تبلیغات

خدای دې موږ او تاسې د ظالمانو له دسیسو، د کینه کښو له تېري او د سرغړاندو له غوسې وساتي. ای مؤمنانو، هسې نه دنیا پال او پر دنیا میین سرغړاندي او لارویان یې تاسې له حقه واړوي .دوی دنیا او د دنیا مړاویو وښو او وچو بوټو ته چې سبا ټول له منځه ځي، […]

خدای دې موږ او تاسې د ظالمانو له دسیسو، د کینه کښو له تېري او د سرغړاندو له غوسې وساتي. ای مؤمنانو، هسې نه دنیا پال او پر دنیا میین سرغړاندي او لارویان یې تاسې له حقه واړوي .دوی دنیا او د دنیا مړاویو وښو او وچو بوټو ته چې سبا ټول له منځه ځي، ورمخه کړې ده.

له څه چې خدای منع کړي یاست ډډه ترې کوئ او په هغه څه کې د زهد لار خپله کړئ، چې ورسره مینه د خدای درته نه خوښېږي، د هغوی پر دود او چلن مه ډاډمنېږئ، چې دا دنیا یې خپل همېشنی تمځی ګڼلی دی .

پر خدای قسم د دنیا وضع پخپله د دنیا هویت څرګندوي؛ د دنیا ځلبل، د ورځو تېرېدل یې، ادلون بدلون یې او عبرتونه یې د دنیا پر ضد نښې دي. په رښتیا، دنیا ورکنومي پرېوتي لوړوي او شریفان راغورځوي او سبا یوه ډله دوزخ ته ورلېږي؛ نودا ګردې [پېښې] ویښو زړونو ته عبرت، ازمېښت او مخه نېوونکي دي. شپه و ورځ چې څه درپېښېږي، که تیاره فتنې وي یا نوي نوښتونه او بدعتونه، ظالمانه دودونه، د روزګار تراخه، د باچا ډارونه او د شیطان وسوسې، چې دا ټول زړونه له خپلو موخو اړوي او له سمې لارې او د حقپالو له پېژندنې یې بچوي؛ خو ډېر لږ چې خدای تعالی یې ساتي.

یوازې هغوی د روزګار اوړېدل، د حالاتو ادلون بدلون او ددنیو فتنو د زیان پایلې پېژندای شي، چې خدای یې وساتي، د هدایت لار ووهي، منځلاری وي، بیا ( د دې دود د غځونې لپاره) زهد خپل او ډېر غور وکړي، له عبرتونو پند واخلي او ځان وساتي، د دنیا ژر تېرېدونکیو خوشحالیو ته ورمات نه وي، له خوندونو یې سترګې پټې کړي او د آخرت پایښتو نعمتونو ته ورلېوال وي او هڅه ورته وکړي، مرګ ته سترګې پر لار وي، له ظالمانو سره وسېدل یې بد ایسي ؛ نو د دغسې ځانګړنو په درلودو، دنیوي څيزونه په پرانستو او رڼو سترګو لیدای شي او ( په دې لید) د فتنو راپېښدل او د بدعتونو بې لارېتوب او د ظالمو واکمنو ځورونې لیدای شي. پر ځان مې قسم، تاسې په تېرو وختونو کې سترې سترې فتنې او پر فتنو ټینګار تېر کړی ،چې له دوی په زېرمه شویو تجربو، له لار ورکو، نوښتګرو ، ظالمانو او په ناحقه پر ځمکه له فساد اچوونکیو ځان بچولای شئ؛ نو له خدایه مرسته وغوواړئ،چې عبادت یې وکړئ او د هغه له حکم مننې راوګرځئ، چې همدا اوس یې خبره منئ؛ ځکه یوازې د((الله)) د نمانځنی او لاروی وړ دی .

بچ ! بچ! تر پښېمانۍ او حسرت ، خدای ته تر ورتګ او پر وړاندې یې له درېدو مخکې . هغه قوم د عذاب پر لور ورغلی ،چې له خدایه یې سرغړونه کړې ده او هغه خلکو دنیا پر آخرت غوره کړی ،چې د کار پای یې پوپنا شوې ده. د خدای پېژندنه او بنده ګي یې دوه مینه ناک ملګري دي؛ نو چا چې خدای وپېژانده، ترې وډار شو، چې ډار یې د خدای حکم منلو ته اړباسي او په رښتیا پوهان او لارویان یې هغوی دي، چې خدای وپېژني، د خدای لپاره کار وکړي او پر خدای میینان وي او په رښتیا خدای تعالی ویلي: ((سکه، د خدای له بندګانو یوازې پوهان ترې ډارېږي[1])).

د دنیا هېڅ څیز په ګناه مه تر لاسه کوئ، په دې دنیا کې د خدای پر نمانځنې لګیا شئ، عمر غنیمت وبولئ او د هغه څه لپاره هڅه وکړئ، چې سبا مو له عذابه ژغوري؛ ځکه د دې دود ( د خپلولو پیکه) پایلې لږې، عذر ته ورنژدې او ژغورنې ته یې ډېره هیله ده. د خدای د حکم منل اود هغوی لاروي کول، چې خدای ((واجب الاطاعة)) ګڼلي، پر هر څه ړومبي وبولئ . نورې چارې؛ لکه په سرغړاندو پسې تلل او د دنیا پر ګاڼو میینېدل، د خدای پر امر او اطاعت او د الوالامر پر اطاعت ړومبی مه ګڼئ؛ باخبر، چې په واقع کې تاسې د خدای بندګان یاست او درسره یم، سبا به پر موږ او تاسې یو ښاغلی واکمن حکم وچلوي او و به مو دروي او و به پوښتي؛ نو د خدای پر وړاندې تر درېدو او پوښتنو ګروېګنو وړاندې ځانونه ځواب ویلو ته چمتو کړئ، (( هغه ورځ، چې بې اجازې یې څوک خبرې کړای نشي)) او پوه شئ، چې په رښتیا خدای د دروغجن خبره نه مني او د رښتین خبره دروغ نه ګڼي، سم عذر نه ردوي او ناسم عذر (هم) نه مني؛ بلکې خدای د پېغمبرانو د رالېږلو او د دوی د ځایناستو له لارې پر خپلو بندګانو [پرېکنده] دلیل دی؛ نو له خدایه پروا وکړئ، ځانونه سم کړئ، د خدای حکم ومنئ او د هغوی پر اطاعت وربوخت شئ، چې د دوی ولایت مو منلی .

هیله ده، هغه پښېمانه شي، چې د خدای په حق او د هغه د حقوقو په ضایع کولو کې یې لنډون کړی وي، له خدایه بښنه وغواړئ، وروګرځئ، چې خدای توبه قبلوي، له بدیو درتېرېږي او څه چې کوئ، پرې خبر دی . د ګناهکارانو له ملګرتوب ، د ظالمانو له همکارۍ او د فاسقانو له ګاونډیتوبه ډډه وکړئ؛نو له فتنو یې ځانونه بچ کړئ، له درشله یې لرې وسئ.

او پوه شئ څوک چې د خدای له دوستانو سره مخالفت کوي؛ نو بې د خدای له دینه به یې بل دین ته مخ وراړولی وي او څوک چې د ((ولی الله)) د امر پر وړاندې خپلسری شي، بل اور ته به ورننوځي؛ [هغه اور] چې سونتوکي یې هغه بدنونه دي ،چې بدمرغي پرې لاسبرې شوې؛ نو ای سترګورو! عبرت واخلئ او شکر وباسئ، چې خدای لار درښوولې ده او پوه شئ، چې د خدای د قدرت له ولکې بل قدرت ته پناه وروړای نشئ، ژر خدای ته مو کړنې ور وړاندې کېږي او پر لور یې ورټولېږئ؛ نو له موعظې او نصیحته ګټه واخلئ او د نېکچارو په چلن روږدي شئ.

 

د امام سجاد رساله، چې په ((حقوقي رساله)) مشهوره ده

پوه شه – خدای دې درولورېږي – چې الله درباندې حقوق لري، چې ستا ټول وجود یې رانغاړلی ، په هر حرکت او ناسته ، په هرو راکېووتو، د غړیو په خوځولو او د وزلو په کارولو کې حقوق درباندې لري، ځینې یې ستر او ځینې یې کوچني دي؛ تر ټولو ستر د خدای خپل حق دی،چې په پام کې نیول او رعایتول یې لازم دي، د خدای حق د ټولو حقوقو بنسټ دی او نور حقوق ترې راولاړېږي؛ بیا له سره تر پښو یې هر غړي ته حقوق درایښي؛ سترګې، غوږونه، ژبه، لاسونه، پښې، ګېډه اوعورت دې درباندې حقوق لري او په دې اووه ګونو غړیو چارې ترسره کوې. پر تېرو غړیو سربېره ، خدای ستا کړنو او چارو ته هم حقوق درایښي: لمونځ، روژه، خیرات، قرباني او لنډه داچې ټولې کړنې دې درباندې حقوق لري؛ بیا وار نورو ته ور رسي، تر ټولو واجب د مشرانو او پالندویانو او ورپسې تر لاس لانديو حقوق دي او بیا د خپلوانو، چې له دې حقوقو نور حقوق راولاړېږي.

مشران درې حقه درباندې لري،چې تر ټولو واجب هغه حق دی، چې په خپل قدرت ستا چارې تنظیموي ( خپل قدرت د تېري پر وړاندې د دفاع، د خلکو دچارو د تنظیمولو او له مظلومه د دفاع په لار کې کاروي)، بیا د هغه حق دی چې څه درښیي، ورپسې د هغه حق دی، چې ستا خاوند دی او هر روزنپوه او پالندوی ، مشر دی.

تر لاس لانديو هم درې حقه دي : تر ټولو واجب حق ( پر واکمن) د رعیت (ولس) حق دی، تردې وروسته د زده کړیال حق دی، چې څه درنه زده کوي؛ ځکه تر لاس لاندې ناپوه، پوه دی او بیا هغوی چې ستا تر واک لاندې دي؛ ښځې او مریان.

د خپلوانو حقوق ډېر دي، چې د خپلوانو په نژدېوالي پورې تړاو لري، چې څومره در نژدې وي، هومره یې حق ډېر وي او تر ټولو ړومبی د مور حق دی، وروسته په اډون : پلار، اولاد، ورور او نور خپلوان بیا د نژدېوالي په اډون، بیا په ا ډون : د هغه حق چې ( له مریتوبه یې) ازاد کړی یې، هغه چې دې ازاد کړي، هغه چې احسان یې درسره کړی، د جومات موذن، د جماعت امام، ملګری، ګاونډي، د مال شریک، د چا چې پوروړی یې ،هغه چې پوروړی دې دی، له چا سره چې ناسته ولاړه لرې، هغه لوری، چې دعوا یې یې ورباندې کړې، هغه لوری چې دعوا دې درباندې کړې، هغه چې مشوره درکوي، هغه چې ته مشوره ورکوې، نصیحت غواړي، ناصح، مشر، کشر، څوک چې درنه څه غواړي، هغه چې څه ورنه غواړې، هغه چې په وینا او یا عمل بد یې درسره کړي یا په وینا او عمل یې په پام یا بې پامۍ کې ښاد کړی یې ، ټول همدینه دې، [ په اسلامي هېوادونو کې] ذمیان او په پای کې هغه حقوق، چې د بېلابېل حالاتو، دلایلو او د وزلو د تغییر له امله رادبره کېږي .

نو د هغه پر حال دې خوشحالي وي، خدای چې کوم حقوق ورایښي، په پوره کولو کې یې مرستندوی شي، توفیق او زغم ورډالۍ کړي ( او دا دی په لنډ تفصیل یې لاس پورې کوو):

۱ ـ د خدای خورا ستر حق دادی، چې یې ونمانځې او څه ورشریک نه کړې،چې په اخلاص دې دا چار وکړ؛ نو خدای ژمنه کړې، چې دنیوي او اخروي چاې دې تامین کړي او څه دی چې [له دنیا او آخرت] خوښېږي، درته یې وساتي.

۲ ـ خپل حق دې دادی، چې ځا ن دې د خدای اطاعت ته وقف کړې او د ژبې، غوږونو، سترګو، لاس ، پښو، ګېډې او عورت حق دې پوره کړې او په دې لار کې له خدایه مرسته وغواړی.

۳ ـ د ژبې حق دادی، چې ناوړه وینا پرې ونه کړې ، په ښو خبرو یې روږدې کړې ، یوازې د اړتیا او دیني او د نیوي ګټو لپاره یې وکاروې، له چټي او بې ګټې خبرو یې وساتې، چې د زیان احتمال یې ډېر او هومره ګټه نلري، ژبه د بنیادم پر عقل ګواه او باادبه ژبه د عقلمن ښکلا ده ولا قوة الا بالله العلی العظیم.

۴ ـ د غوږ حق دادی، چې پاک یې وساتې او خپل زړه ته یې لار کړې او یوازې ښو ویناوو ته يې پرانزې، چې په زړه کې دې نېکي رادبره یا ښه چلن ترلاسه کړې؛ ځکه غوږ د زړه دریمڅه ده، چې ښې او بدې ماناوې ور رسوي. و لا قوة الا بالله .

۵ ـ د سترګوحق دادی، چې له حرامو یې پټې کړې او ویې نه کاروې؛ خو په هغو ځایونو کې چې عبرت ترې اخلې، چې د لیدانې خاوند شې یا څه پوهه ترلاسه کوې؛ ځکه سترګه د عبرت ور دی.

۶ ـ د پښو حق دې دادی، چې د نارواوو لارې پرې ونه وهې، د هغې لارې سپرلۍ یې نه کړې، چې سپور یې ذلیل او سپک شي.

پښې دې د لېږد وزلې دي، د دین پر لار دې بوځي او ستا د پرمختګ لامل دی . ولا قوة الا بالله.

۷ ـ د لاسونو حق دادي، چې حرامو ته یې ور ونه غځوې، چې سبا به پر الهي عذاب اخته شې او دلته به یې خلک ټپسوروي او همداراز له فرضي کارونو یې شاته وانه چوې؛ ډېرو ناروا چارو ان ډېرو غیر فرضي چارو ته یې هم مه ورغځوه ؛ نو هله به دې عقلمني کړې وي او د دنیا شرف او د آختر ثواب به دې چمتو کړی وي.

۸ ـ د ګېډې حق دادی، چې د لږو او ډېرو حرامو لوښی ترې جوړ نه کړې، په حلالو کې هم منځلاري خپله کړه او د تقویت له بریده یې سستۍ، ناغېړۍ او ناځوانۍ ته ورنه کاږې او د لوږې او تندې پر مهال ورباندې مسلط وسې، چې مړه خېټه د لټۍ لامل او د هر خیر او کرامت د مخنیوي لاملېږي او په اوبو چې خېټه پوره مړه شي؛ نو حماقت او ناپوهي راوړي، مړانه او ځوانمردي له منځه وړي.

۹ ـ د عورت حق دادی، چې له حرامو (زنا او …) یې وساتې او د دې کار لپاره غوره مرستندوی سترګې کابو کول، د مرګ ډېر یادول او نفس په الهي عذاب ګواښل دي، پاکلمني اوتایید د خدای له لوري دي و لا حول و لا قوة الا بالله.

[1] [فاطر (۳۵) – ۲۸ آیت]

سرچینه

د تحف العقول کتاب

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست