حضرت علي دحضرت عمر (رض) له نظره ٭ له حضرت عمر (رض) نه روايت دى،چې ويې ويل: زه، ابوبكر، ابوعبيده او ځينې نور ناست وو،چې پېغمبر(ص)علي پر شا وواهه او ويې ويل :((علي ! ته په ايمان راوړلوكې تر ټولو ړومبى يې او ته ما ته داسې يې؛لكه هارون چې موسى ته و. [1])) ٭ […]
حضرت علي دحضرت عمر (رض) له نظره
٭ له حضرت عمر (رض) نه روايت دى،چې ويې ويل: زه، ابوبكر، ابوعبيده او ځينې نور ناست وو،چې پېغمبر(ص)علي پر شا وواهه او ويې ويل :((علي ! ته په ايمان راوړلوكې تر ټولو ړومبى يې او ته ما ته داسې يې؛لكه هارون چې موسى ته و. [1]))
٭ عمار دهني له سالم بن ابي جعفر نه روايت كوي:حضرت عمر بن خطاب ته وويل شول: ته چې له علي سره ښه چلن كوې؛ولې يې د پېغمبر اکرم له نورو اصحابو کرامو سره نكوې؟حضرت عمر ورته وويل:په رښتيا، چې علي زما مولى دى[2].
٭ له حضرت عمر بن خطاب ( رض ) نه روايت دى:د څښتن استازي (ص)، علي (د مسلمانانو) مشر وټاكه او ويې ويل :(( د چا چې زه مولى يم؛ نو علي يې هم مولى دى؛خدايه! د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست اوسه او هغه ذليل كړې، چې علي ذليلوي او له هغه سره مرسته وكړې چې له علي سره مرسته كوي.خدايه! ته پر هغوى زما ګواه يې.))
٭ حضرت عمر (رض ) وويل : زما په څنګ كې يو خوږبويه او ښايسته ځوان و چې ويې ويل: عمره ! په رښتيا چې د څښتن رسول يو بيعت تر سره كړ، چې بې له منافقه يې څوك نه ماتوي.حضرت عمر وويل : رسول الله ته مې وويل: د څښتن استازيه !د حضرت علي په هکله چې دې خبرې كولې؛ نو يو ښايسته او خوږبويه ځوان مې په څنګ كې ودرېداو داسې او هغسې يې راته يې وويل : حضرت محمد (ص ) وويل:(( هو عمره ! هغه بنيادم نه و؛ بلكې حضرت جبرائيل و او غوښتل يې، چې پر هغه څه ټينګار وکړي چې ما د علي په هکله ويلي دي.[3]))
٭ عمار دهني له ابي فاخته روايت كوي:حضرت عمر ناست و، چې حضرت علي راغى.حضرت عمر چې حضرت علي وليد؛نو ولړزيد او په تواضع يې حضرت علي ته د ناستې ځاى پرېښود.علي چې پاڅېد؛نو يو سړي حضرت عمر ته وويل:امير المؤمنينه ! ته چې له علي سره ښه سلوك کوې؛نو ولې يې د پېغمبر له بل كوم صحابي سره نکوې ؟ حضرت عمر ورته وويل: ما له هغه سره څرنګه سلوك كړې؟سړي ورته وويل:ومې ليدل چې حضرت علي راغى؛ورته دې وكتل،ولړزېدى او په عاجزۍ دې ورته دناستې ځاى پرېښود.حضرت عمر ورته وويل:كوم كار به ما لدې منع كړي؛ پر څښتن قسم، هغه زما او د ټولو مؤمنينو مولى دى[4].
٭ حضرت عمر بن خطاب وايي:حضرت علي ته درې ځانګړنې وركړل شوې؛كه يوه يې هم ما لرلاى؛ نو د سرو ويښتانو د اوښانو تر لرلو به راته ډېر ښه واى.پوښتنه ترې وشوه، چې هغه كومې دي؟ ويې ويل: د پېغمبر اکرم له لور سره واده. په جومات كې پاتې كېدل،چې بل چاته روا نه وو او د خېبر د جګړې پر ورځ د بېرغ اخستل.[5]
٭ له حضرت ابن عباس څخه روايت دى:زه او عمر بن خطاب د مدينې په كوڅه كې روان وو، چې حضرت عمر راته وويل :د عباس زويه ! پر څښتن قسم چې د څښتن له رسوله مې واورېدل، چې علي بن ابيطالب ته يې وويل: (( چا چې له تا سره دوستي كړې وي؛نو له ما سره به يې كړې وي او چا چې له ما سره دوستي كړې وي؛نو له څښتن سره به يې كړې وي او چا چې له څښتن سره دوستي كړې وي؛نو څښتن به يې جنتي كړي. [6]))
٭ عبدالله بن ضبيعه عبدي له خپل پلاره روايت كړى:دوه سړي حضرت عمر بن خطاب ته راغلل او ترې يې د وينځې د طلاق پوښتنه وكړه؛نوحضرت عمر ورسره جومات راغى. يوه ډله په جومات كې ناسته وه، چې اصلع ( هغه چا ته وايي چې د تندي ويښتان يې توۍ شوي وي چې حضرت علي همداسې و ) هم پکې ناست و او حضرت عمر ترې پوښتنه وكړه:د وينځې د طلاق په هکله څه نظر لرې؟بيا هغه سړي سر راپورته كړ او دوه ګوتې يې حضرت عمر ته وښوولى(عمر يې پر مطلب پوه شو) او ويې ويل : دوه طلاقه دي . په همدى وخت كې يو له هغو سړيو و ويل: سبحان الله ! ته زموږ خليفه يې او موږ تا ته راغلو او ته دې سړي ته راغلې او له هغه دې وپوښتل او دا، چې تاته يي پر اشاره ځواب دركړ؛له هغه راضي يې؟حضرت عمر بن خطاب هغوى ته وويل: نه پوهېږئ چې هغه څوك دى ؟ ويې ويل : نه ! حضرت عمر ورته وويل: هغه حضرت علي بن ابيطالب دى او زه شهادت وركوم،چې د څښتن له رسوله مې واورېدل چې ويې ويل :(( كه ځمكې او اسمانونه د تلې په يوه خوا كې كيږدئ او د حضرت علي ايمان په بله كې؛نو د حضرت علي ايمان به ترې دروند وي . [7]))
٭حضرت عمربن خطاب (رض) وايي:ښځې لدې عاجزې دي،چې د علي غوندې زوى وزېږوي[8].
٭ حضرت عبدالله بن عباس وايي،چې له حضرت عمر بن خطاب نه مې واورېدل چې ويې ويل:په علي پسې له بدو ردو ويلو ډډه وكړئ،چې پخپله مې له پېغمبر (ص) نه د هغه په هکله داسې فضايل اورېدلي،چې كه يو يې هم د خطاب كورنۍ درلوداى؛نو تر ټولو هغه څيزونو به راته ښه واى، چې لمر پرې لږي [9].
٭ حضرت عمر بن خطاب ( رض ) وايي چې پېغمبر اکرم وويل : (( چا د علي غوندې فضيلت تر لاس نه کړ،چې خپل ملګرى ته لار وښيي او له بې لارۍ يې وژغوري . [10]))
٭ يوه ډله راويان چې حضرت عمربن خطاب هم پکې دى، له پېغمبر اکرم نه روايت كوي :(( د علي څېرې ته كتل عبادت دى . [11]))
٭ له سويد بن تحفله روايت دى :عمر يو تن وليد، چې له حضرت علي سره يې کينه ښوده. عمر ورته وويل:ګومان كوم،چې منافق يې؛ځكه له رسول الله مې واورېدل :((علي ما ته داسې دى؛لكه هارون چې موسى ته و؛خو په دومره توپير چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي. [12]))
٭ له حضرت ابوهريره روايت دى،چې عمر بن خطاب وويل:د څښتن استازي (ص) وويل: ((د چا چې زه مولى يم؛نو علي يې هم مولى دى . [13]))
٭ حضرت عمر بن خطاب ( رض ) وايي:علي په قضاوت كې تر موږ ټولو غوره دى [14].
٭ حضرت عمر بن خطاب له پېغمبر اکرم نه روايت كوي:(( د قيامت پر ورځ هر سبب او نسب شلېږي؛ خو زما له سبب او نسب پرته. دبنيادم د ټولو نسب د هغوى پلار ته رسي؛خو د فاطمې له زامنو پرته، چې زه يې پلار يم.[15]))
٭ حضرت عمربن خطاب (رض) وايي:علي چې په جومات كې وي؛نو څوك د فتوى وركولو حق نلري [16].
٭ حضرت عمر بن خطاب (حضرت علي ته) وويل:د ابوطالب زويه! ته د علم بنسټ يې او تل دې شبهې له منځه وړي دي [17].
٭ حضرت عمر بن خطاب ( رض ) وايي:د حضرت علي تر مرګ وروسته دې څښتن ما هم ژوندى نه پاتې كوي (؛يعنې څښتن مې دې بې علي نه کړي [18]).
٭ حضرت عمر بن خطاب به په بېلابېلو ځايونوكې ويل:كه علي نه واى؛ نو عمر به هلاك شوى واى.
٭ حضرت سعيد ابن مسيب وايي:له حضرت عمر نه مې واورېدل:له څښتنه د هغې ستونزې پناه غواړم،چې هوارونکى يې”علي” زما په څنګ كې نه وي.[19]
٭ حضرت عمر بن خطاب وويل:خدايه!سخت كارونه راباندې مه راږده؛ خو دا چې ابوالحسن (علي ) راسره په څنګ كې وي[20].
٭ له حضرت ابن عباس څخه روايت دى :يوه شپه زه او عمر د سفر انډيوالان وو چې عمر پر غاتره او زه پر اس سپور وم، يو آيت ولوستل شو، چې د علي په هکله و؛نو حضرت عمر بن خطاب وويل : د عبدالمطلب زامنو ! پردې خبره ځان ښه پوه كړئ،چې علي په تاسو كې غوره دى او هغه تر ما او له ابوبكره هم (د خلافت د چارو سمبالولو ته) غوره دى.پر څښتن قسم چې هېڅ كار، بې اجازې يې نکوم او يوكار مې هم بې له هغه سر ته ندى رسولاى [21].
٭ حافظ دارقطني له حضرت عمر بن خطاب نه روايت كوي،چې دوه تنه د شخړې هواري ته هغه (حضرت عمر بن خطاب) ته راغلل؛نو حضرت عمر حضرت علي ته وويل : شخړه يې هواره كړه.يو له هغوى (اعرابي) وويل: دا سړى به زموږ په منځ كې قضاوت كوي؟! حضرت عمر سړى له ګرېوانه ونيو او ويې ويل:غرق شې! ته څه پوهېږې،چې هغه څوك دى؟ هغه زما مولى دى او د چا چې مولى نه وي؛نو مؤمن ندى[22] .
٭ حضرت عمير بن بشر وايي:حضرت عمر (بن خطاب) وويل : څښتن چې پر محمد عليه السلام څه نازل كړي؛نو علي پرې تر ټولو پوه دى[23].
٭ حضرت عمر (رض) د غدير پر ورځ وويل :مبارك دې شه د ابوطالب زويه ! چې د ټولو مؤمنو او د مؤمنو ښځو مولى شوې[24].
٭ حضرت عمر (رض ) وويل :شهادت وركوم، چې د څښتن له استازي مې اورېدلي:(( كه اووه اسمانونه د تلې په يوه پله كې او د علي ايمان په بله كې كېږدئ؛ نو د علي ايمان به ترې دروند وي. [25]))
٭ حضرت ابن عباس وايي:له حضرت عمر نه مې واورېدل:د څښتن استازي وويل : (( علي! ته لومړى مسلمان او لومړى مؤمن يې. [26]))
٭ حضرت عمر بن الخطاب (رض ) په مرفوع حديث كې له رسول الله روايت كړى:(( كه خلك د علي پر دوستۍ راټول شوي واى؛ نو څښتن به دوزخ نه واى پېدا كړى. [27]))
٭له عمرو بن سيمون نه روايت دى: عمر چې شپږ تنه خلافت ته معرفي كړل؛نو هغوى پاڅېدل،عمر ورته وكتل او ورته يې وويل: كه دخلافت چارې اجيلح ته وسپارئ؛نو مسلمانان به ښه رهبري كړي [28].
اجيلح؛يعنى اصلع؛يعنې هغه چې د تندي ويښتان يې توۍ شوي وي، چې حضرت علي ته اشاره ده.
٭ ابن ابي الحديد د حضرت ابن عباس او حضرت عمر بن خطاب د خبرو اترو قيصه رانقلوي چې په هغه كې حضرت عمر اعتراف كړى او وايي:(( هو! رسول الله د ناروغۍ پر مهال غوښتل،چې د حضرت علي په نوم ټينګار وكړي ( او ويې ليكي)؛خو ما پرېنښود. )) بيا ابن ابي الحديد وايي: دا قيصه احمد بن ابي طاهر د د بغداد تاريخ د ليكوال په سند رانقل كړې ده[29].
حضرت عمر بن خطاب وويل:الحمدالله!چې په دې امت كې داسې څوك (حضرت علي بن ابيطالب) شته، چې كه موږ په كږه ولاړ شو؛نو نېغې ته به مو را سم كړي[30].
٭ حضرت عمر بن خطاب د خپل خلافت پر مهال حج ته ولاړ، د طواف كولو پر وخت يې سترګې پر يو ځوان ولګېدې،چې د مخ يو اړخ يې تور او سترګه يې سره او له وينې ډكه ده.حضرت عمر ورته غږ كړ او ويې ويل : ځوانه چا وهلې يې؟ ورته يې وويل :علي. حضرت عمر وويل: لږ ودرېږه، چې علي راشي. په همدې وخت كې حضرت علي راورسېد. حضرت عمر ورته وويل: علي!دا ځوان تا وهلى؟علي ورته وويل: هو! عمر ورته وويل:ولې؟ علي وويل:د خلكو ناموس ته يې كتل.عمر وويل :ځوانه! لعنت دې پر تا وي ! پاڅه ولاړ شه! په رښتيا چې ته د څښتن سترګې ليدلى يې او د څښتن لاس وهلى يې [31].
د حضرت عمر (رض) ستر سلا کار
( صحيح ابي داود:اته ويشتم ټوک،باب سرقت ديوانګان:١٤٧ مخ ) په خپل سند له ظبيان له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : يوه لېونۍ ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې زنا يې کړې وه،چې له اصحابو سره تر سلا مشورې وروسته پايله د سنګسار حکم شو او حکم پلي کولو ته يې،چې وړه؛نو حضرت علي راغى،و يې پوښتل: دې ښځې څه کړي ؟ورته وويل شول : دا ښځه لېونۍ، د پلاني ټبر ده او زنا يې کړې او حضرت عمر يې د سنګسار حکم کړى دى . حضرت علي وويل : هغه بېرته بوځئ او عمر ته يې وويل : عمره؛مګر خبر نه يې چې پر دې خلکو تکليف نشته ؟١_ لېونى،چې ښه شي . ٢_ويده،چې ويښ شي .٣_ماشوم،چې بالغ شي . حضرت عمر ورته وويل : هو ! علي : نو ولې يې سنګساروې ؟ علي ښځه پرېښووه او عمر څو ځل تکبير ووايه .
دا روايت بخاري په خپل صحيح، ( احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،١٤٠،١٥٤ مخونه ) ، ( دارقطني؛د حدود کتاب :٣٤٦ مخ ) ، ( متقي؛ کنزالعمال :درېم ټوک،٩٥ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عبدالرزاق و همداراز مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ او عسقلاني او فتح الباري په بېلابېلو عبارتونو راوړى دى او په ځينو کې يې راغلي : حضرت عمر وويل : که علي نه و؛نو عمر به هلاک شوى و . او فتح الباري وايي : بې له نوموړيو د حديث نورو امامانو هم دا روايت نقل کړى دى .
( امام انس بن مالک؛موطاء : د الاشربه کتاب :١٨٦ مخ ) په خپل سند له ثور بن زيد ديلمي روايتوي،چې حضرت عمر بن خطاب د خلکو د شراب څښکلو په اړه مشوره وکړه،چې علي بن ابيطالب ورته وويل : زما فتوا داده،چې بايد اتيا کوړې وخوري؛ځکه چې شراب وڅښي؛نو مست شي؛نو چې مست شي؛نو چټيات وايي او چې چټيات يې وويل؛نو تورونه لګوي . حضرت عمر ورسره ومنله او تر هغه وروسته به يې شرابخواران اتيا کوړې وهل .
دا روايت (شافعي؛مسند : د الاشربه کتاب :١٦٦ مخ ) ، (حاکم؛مستدرک:څلورم ټوک،٣٧٥ مخ ) ، ( سيوطي؛درالمنثور: د مايده د سورت د انما الخمر و الميسر ترآيت لاندې ) او د هغه د وينا له مخې ابو الشيخ،ابن مردويه، حاکم،دارقطني د خپل سنن د حدود د کتاب په ٣٤٦ مخ کې او متقي د کنزالعمل د درېم ټوک په ١٠١ مخ کې راوړى دى .
( مستدرک الصحيحين : څلورم ټوک،٣٧٥ مخ ) په خپل سند له وبره کلبي روايتوي،چې وايي : خالد بن وليد د خپل ماموريت له ځايه حضرت عمر ته راولېږلم او مدينې ته،چې راغلم؛نو حضرت عمر په جومات کې له عثمان بن عفان،علي، عبدالرحمان بن عوف،طلحة او زبېر (رضى الله عنهم) سره و. ورته مې وويل : خالد بن وليد درباندې تر سلام وروسته وايي : خلکو شرابو ته مخه کړې او له هېڅ هم نه وېرېږي . حضرت عمر وويل : دا د رسول اکرم اصحاب دي؛نو له دوى وپوښته، چې څه وايي ؟ علي وويل : د شرابخور حد اتيا کوړې دى . خپل ملګري ته دې ووايه،چې شرابخور پر اتيا کوړو ووهي .
دا روايت طحاوي هم د شرح الاثار د دويم ټوک په ٨٨ مخ کې له دوو لارو راوړى او مخکې يې ويلي :حضرت ابوبکر ژوندى و؛نو د شرابخور حد يې څلوېښت کوړې و او حضرت عمر هم تر هغه ورځې پورې څلوېښت کوړې واهه .
او همداراز دارقطني هم د سنن د حدود د کتاب په ٣٤٦ مخ کې، بخاري د پينځلسم ټوک په ٧٣ مخ کې راوړى او طبراني،طحاوي، بيهقي ته يې د حضرت اسامه بن زيد له لارې نسبت ورکړى او په ٧٤ مخ کې يې عبدالرزاق له معمر بن ايوب له عکرمة ته نسبت ورکړى دى .
( مستدرک الصحيحين : لومړى ټوک،٤٠٠ مخ ) او د لومړي ټوک په ٤٥٧ مخ کې حضرت علي ته د حضرت عمر د مراجعاتو دوه کيسې راوړي،چې د دويمې لنډيز داسې دى : حضرت ابوسعيد خدري وايي : يو کال له حضرت عمر سره حج ته تللى وم،طواف يې،چې کاوه؛نود حجر الاسود مخ ته ودرېد او و يې ويل :خبر يم چې ته هېڅ ګټه او تاوان نه لرې او که رسول اکرم نه وې ښکل کړى؛نو ما به هم نه وې ښکل کړى . حضرت علي هم هلته و،چې و يې ويل : عمره داسې هم نه ده،چې ګومان کوې،دا تيږه له نورو تيږو سره توپير لري او دا تيږه ګټه او تاوان لري؛ځکه ما د خداى له استازي واورېدل،چې و يې ويل : د قيامت پر ورځ به دا تيږه راوړي او پرېکنده به د هغوى په ګټه شهادت ورکړي،چې موحد وي او دا تيږه يې استلام کړې وي . حضرت عمر وويل : پناه غواړم له خدايه،چې په داسې خلکو کې ژوند وکړم،چې ابالحسن پکې نه وي .
دا روايت ( کنزالعمال :درېم ټوک،٣٥ مخ ) هم نقل کړى او د هندي د کتاب فضايل مکه او مطولات په کتاب کې يې ابوالحسن قطان ته نسبت ورکړى ، حاکم هم په مستدرک، عبدالرزاق په جامع،سيوطي د انعام د سورت د ( و اذا اخذ ربک من بنى آدم من ظهورهم ذريتهم ) تر آيت لاندې نقل کړى او بيهقي ته يې په شعب الايمان کې نسبت ورکړى، فخر رازي د ( و التين و الزيتون و طور سنين و هذا البلد الامين ) تر آيت لاندې نقل کړى،چې په وروستي کې يې راغلي،چې حضرت عمر وويل:ابالحسنه ژوندى دې نه يم په هغه قوم کې،چې ته پکې نه يې.
( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٤ مخ ) په خپل سندله حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت عمر خلک راټول کړل، چې د تارخ د مبداء په اړه ورسره سلا مشوره وکړي . حضرت علي وويل : له مکې څخه مدينې ته د رسول اکرم هجرت د تاريخ مبداء کړئ؛ځکه دا هغه ورځ ده،چې رسول اکرم د شرک سيمه پرېښووه . حضرت عمر يې پرنظر عمل وکړ .
دا روايت ( ابن جرير؛تاريخ :دويم ټوک،١١٢ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :پينځم ټوک،٢٤٤ مخ ) کې هم راوړى او متقي بيا وايي : حضرت عمر د خلافت له دوه نيم کالو تېرېدو وروسته تاريخ تاسيس کړ .
( سنن بيهقي؛شپږم ټوک،١٢٣ مخ او همداراز : اووم ټوک : ٣٤٣ مخ ) حضرت علي ته د حضرت عمر د مراجعاتو په اړه دوه روايتونه نقل کړي،چې په دويم کې يې راغلي : يو سړى حضرت عمر ته راغى او ورته يې وويل :ما خپلې مېرمن ته وويل : واګې دې خپلې دي _البته دا يو کنايي تعبير دى او واقعي مانا يې مطلب نه ده _ آيا دا تعبير طلاق دى که نه ؟ حضرت عمر ورته وويل : د حج په موسم کې راشه . نو چې د حج په موسم کې راغى او کيسه يې بيا ورته وکړه؛حضرت عمر ورته وويل : هغه اصلع _ هغه چې پر تندي ويښتان نه لري _ سړى وينې ؟ ورشه او ويې پوښته، چې ورغى،هغه علي بن ابيطالب و؛نو و يې پوښتل : چا رالېږلى يې ؟ ورته يې وويل : عمر بن خطاب . علي ورته وويل : پر دې کور قسم وخوره، چې پر هغه دې له هغې خبرې مراد د ښځې طلاق نه و. سړى مخ په قبله ودرېد او و يې ويل : سړي قسم وخوړ،چې له طلاق پرته مې بل مطلب نه درلود . علي ورته وويل : ښځه دې طلاقه ده .
( سننن بيهقي؛اووم ټوک،٤٤٢ مخ له شعبي له عمر ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٦ مخ له مسروق له عمر ) ، ( سنن بيهقي : اووم ټوک،٤٤٢ مخ په خپل سند له ابي الاسود دوئلي ) په دې اړه راوايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوړه،چې شپږمياشتنى ماشوم يې زيږولى و؛نو حضرت عمر حکم وکړ،چې سنګسار يې کړئ. حضرت علي خبر شو، و يې ويل : نه ! دا حکم غلط دى،سنګسار دې نشي،حضرت عمر،چې واورېدل،علي يې حکم رد کړى؛و يې پوښته : څنګه کېداى شي د ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وشي . علي ورته وويل : د قرآن له دې دوو آيتونو جوتېږي، چې د حمل تر ټولو لږه موده شپږ مياشتې دي : ( حمله و فصاله ثلاثون شهراً ) او بل ( والوالدات يرضعن اولادهن حولين کاملين لمن ارادان يتم الرضاعة ) آيتونه دي؛ځکه ړومبي آيت د حمل او شيدو ورکولو موده دېرش مياشتې ښوولي او دويمي ايت ويلي : که د مور خوښه وي؛نو څلرويشت مياشتې شيدې ورکولاى شي؛نو پردې بنسټ د حمل لږ تر لږه موده شپږ مياشتې ده . عمر چې دا واورېدل؛نو ښځه يې پرېښووه او و يې ويل : ((لو لا على لهلک عمر؛يعنې که علي نه و؛نو عمر به هلاک شوى و )
دا روايت پر بيهقي سربېره ( محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٩٤ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عقيلي او ابن اسمان ، (متقي؛کنزالعمال :درېم ټوک،٩٦ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عبدالرزاق،عبد بن حميد،ابن منذر،ابن ابي حاتم او همداراز (کنزالعمال :درېم ټوک،٢٢٨ مخ ) او په ٢٢٨ مخ کې يې له قتادة له ابي حرب بن اسود دوئلي له پلاره هم نقل کړى دى او په وروستي کې راغلي : د ښځې خور علي ته راغله او ورته يې وويل : عمر غواړي خور مې سنګسار کړي؛نو پر خداى مو قسم ،که څه چاره وي، چې خور مې پرې خلاصه کړم. علي ورته وويل :خور دې معذوره ده. هغې ښځې داسې پر لوړ غږ تکبير ووايه،چې په شاوخوا کې ټولو او ان حضرت عمر هم واورېد . ښځه حضرت عمر ته ورنږدې شوه او ورته يې وويل : علي وايي : خور دې معذوره ده . عمر هم په علي پسې څوک ولېږه، چې عذر يې څه دى . علي ورته وويل : خداى په قرآن کې وايي …..
او همداراز دا روايت ( عبدالبر؛ استيعاب : دويم ټوک،٤٦١ مخ ) نقل کړى،چې په پاى کې يې حضرت عمر ويلي : که علي نه و؛نو عمر به هلاک و .
( ابن سعد؛طبقات : دويم ټوک، دويم قسم ،١٠٢ مخ ) په خپل سند له سعيد بن مسيب روايتوي،چې يوه ورځ حضرت عمر بن خطاب اصحابو ته راغى او ورته يې وويل : ما ته په يو کار کې لارښوونه وکړئ، چې کړى مې دى او فتوا مو راکړئ . پوښتنه وشوه : اميرالمؤمنينه ! څه کار مو کړى دى ؟ و يې ويل : سره له دې،چې روژه وم؛له خپلې وينځې سره مې کوروالى وکړ . ټول چوپ شول . حضرت عمر وويل : يابن ابيطالب ! ته په کې څه وايې ؟ ورته يې وويل : حلال کار دې کړى؛يوه ورځ له يوې ورځې سره؛يعنې نن دې روژه باطله او پر ځاى يې بله ونيسه . حضرت عمر وويل : ستا فتوا تر ټولو غوره ده .
( ابن سعد؛ طبقات : درېم ټوک،لومړى قسم ،٢٢١ مخ ) په خپل سند له له ابي امامة بن سهل ابن حنيف روايتوي،چې وايي : وروسته تر دې، چې حضرت عمر د خلافت پر کرسۍ کېناست؛نو د څه مودې لپاره يې له بيت الماله ګټه نه اخسته او ددې لپاره ما ورسره ځانګړى چلن درلود؛نو يو څوک يې د رسول اکرم په اصحابو پسې ولېږه،چې راټول يې کړل او د هغوى پر نظر يې هم ځان پوه کړ، چې حضرت عثمان ورته وويل : څومره چې دې خوښه وي، وخوره او څومره،چې دې خوښه وي، و يې بښه . حضرت سعيد بن زيد بن عمرو بن عقيل هم همدا نظر ورکړ . حضرت عمر وويل : علي ! ته څه وايې ؟ ورته يې وويل : ته يوه سهارنۍ او يو ماښامنى له بېت الماله ګټه اخستى شې . حضرت عمر د علي خبره پلي کړه .
( ابن سعد؛ طبقات : دويم ټوک،دويم قسم ،١٠٢ مخ ) په خپل سند له سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت عمر به تل ويل : پناه غواړم له خدايه له هغې ستونزې،چې ابوالحسن علي مې تر څنګ نه وي.
دا روايت ( اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :څلورم ټوک،لومړى قسم،٢٧٠ مخ ) ، ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : اووم ټوک،٣٢٧ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛ استيعاب :دويم ټوک ،٤٦١ مخ ) او (متقي؛کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٤١ مخ ) هم نقل کړى دى .
( شرح معاني لاثار: دويم ټوک، د حدود کتاب ،٨٨ مخ ) په خپل سند له ابي عبدالرحمن سلمي له علي روايتوي،چې د شام ځينو خلکو شراب وڅښکل او هغه مهال يې والي د معاويه بن ابوسفيان ورور يزيد بن ابوسفيان و؛نو چې يې ونيول، و يې ويل : شراب حلال دي او د ( ليس على الذين آمنوا و عملوا الصالحات جناح فيما طعموا ) پر آيت يې استدلال وکړ . يزيد دا خبره عمر ته وليکله . عمر ورته په ځواب کې وليکل :چې دې څو کسانو ټول چاپېريال نه وي لړلى؛نو ژر تر ژره يې مدينې ته راولېږه،مدينې ته يې،چې راوستل؛نو په اړه يې حضرت عمر له نورو اصحابو سره سلا مشوره وکړه . ټولو ورته وويل : اميرالمؤمنينه ! ددې لپاره چې پر خداى يې دروغ تړلي او په دين کې يې تشريع کړې؛نو له ټولو ورمېږونه غوڅ کړه . په دې ټولو خبرو کې علي چوپ و . حضرت عمر وويل : علي ستا نظر څه دى ؟ و يې ويل : زمانظر دادى،چې پر دوى توبه وباسې؛نو که توبه يې وکړه؛نو هر يو اتيا کوړې ووهه؛ځکه مسلمانان شوي او پخوا يې په خپله مسلمانۍ کې شراب خوړلي او که توبه يې ونه کړه _ که همداسې يې پر خپل ارتداد ټينګاره کاوه _نو ورمېږونه ترې غوڅ کړه؛ځکه مرتد دي،پر خداى يې دروغ تړلي او بې له دې،چې د خداى له کتابه څه راوړي، په دين کې يې تشريع کړې ده . حضرت عمر د حضرت علي فتوا پلي کړه؛هغوى توبه وکړه او بيا يې اتيا اتيا کوړې ووهل .
دا روايت ( عسقلاني؛ فتح الباري : پينځلسم ټوک،٧٤ مخ ) هم نقل کړى او ابن ابي شيبه ته يې نسبت ورکړى دى . سيوطي هم په درالمنثور کې د مائده دسورت د ( يا ايها الذين آمنوا انما الخمر و الميسر ) تر آيت لاندې راوړى او ابن ابي شيبه، ابن منذر او کنزالعمال ( لومړي ټوک: ٢٢٩ مخ ) ته يې نسبت ورکړى دى .
سيوطي په درالمنثور کې دآل عمران د سورت د ( فاما الذين فى قلوبهم زيغ فيتبعون ما تشابه منه ابتغاء الفتنة و ابتغاء تاويله ) تر آيت لاندې د محب ( نصر ) له کتاب له حضرت ابي هريرة روايتوي،چې وايي : له حضرت عمر بن خطاب سره ناست وو،چې يو سړى راغى او و يې پوښتل: قرآن مخلوق دى او که غير مخلوق . حضرت عمر ددې پوښتنې په اورېدو سخت حيران شو، جامې يې راټولې کړې او پوښتونکى يې علي ته بوت،ورته يې وويل : ابالحسنه ! خبر يې چې دا سړى څه وايي؟ و يې ويل : څه وايي ؟ حضرت عمر : راغلى او پوښتي، چې قرآن مخلوق دى که غير مخلوق ؟ علي وويل : دا هغه ټکى دى،چې ورپسې به يوه ثمره وي او که د چارو واکې زما په لاس کې وې؛نو ورمېږ به مې ترې غوڅ کړى و .
( کنزالعمال :دويم ټوک،٢٢١ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي، چې يو بيدياني سړي د اوښانو رمه راوړې وه،چې و يې پلوري، حضرت عمر خبر شو ، سړي ته راغى،چې يو ځاى ورسره ټول ترې وپېري؛نو بېل بېل اوښ يې په لغته واهه،چې پاڅي،چې پوه شي روغ دى که نه . اعرابي ورته سپکې سپورې وکړې او و يې ويل : اوښان مې پر خپل حال پرېږده؛خو سپکو سپورو يې مخه ونشوه نيولاى او وروسته تر دې،چې ټول يې روغ وموندل؛نو ټول يې يو ځاى واخستل او پلورونکي ته يې وويل : اوښان رامخکې کړه او راځه چې بيه يې درکړم . اعرابي ورته وويل : صبر وکړه،چې پړي او کتې ترې کوزې کړم . حضرت عمر وويل : ما اوښان له پړو او کتو سره اخستي دي . اعرابي وويل :شهدالله چې بد سړى يې ! تا اوښان اخستي که کتې . حضرت عمر ورته وويل : ما چې اخستل؛نو پړي او کتې پرې وې؛نو شخړه يې کوله، چې علي راورسېد . حضرت عمر ورته وويل : ددې سړي پر قضاوت راضي يې ؟ اعرابي وويل : هو او بيا يې خپله کيسه و کړه . علي وويل : که تا ورسره د پړو او کتو بيه هم کړې وه؛ نو ستا به وو او اوس چې دې نه ده کړى؛نو د هغه دي او حضرت عمر هم د علي خبره ومنله .
( کنزالعمال : درېم ټوک،٥٣ مخ ) له محمد بن زبير روايتوي، چې وايي : د دمشق جومات ته ننووتم،چې هلته مې يو بوډا سړى وليد، چې په ملا کړوپ و،ورته مې وويل : مشره ! تا په ژوند کې څوک ليدلي دي ؟ و يې ويل : پېغمبر اکرم مې ليدلى دى . پوښتنه مې وکړه : په کومو جګړو کې دې برخه اخستې وه ؟ راته يې وويل : د برموک په غزا کې مې برخه اخستې وه . و مې ويل : څه چې دې اورېدلي؛نو ما ته يې هم ووايه . و يې ويل : د اشعريينو او عک له خلکو سره حج ته ولاړو او د احرام په حال کې مو څو د شتر مرغ هګۍ تر پښو لاندې ماتې کړې _يا مو ماتې او و مو خوړې _ بيا مو خپله کيسه حضرت عمر بن خطاب ته وکړه،چې زموږ تکليف څه دى ؟ پرته له دې چې کوم ځواب راکړي؛نو موږ ته يې وويل : راځئ . موږ هم ورپسې شو، چې د رسول اکرم خونې ته ورسېد. ور يې وواهه ، يوې ښځې له کوره غږ کړه :څوک يې ؟ حضرت عمر وويل : ابوالحسن په کور کې شته ؟ و يې ويل : نه ! په پټي کې دى . حضرت عمر بيا روان شو او راته يې وويل : راځئ . اباالحسن ته چې ورسېدو؛نو ښه راغلاست يې ووايه . حضرت عمر وويل : دا ځوانان د عک او اشعريين دي او د احرام په حال کې يې د شترمرغ څو هګۍ ماتې کړې دي . علي وويل :څوک به دې په ما پسې رالېږلى و؛زه به په خپله درغلى وم . عمر وويل : په دې به ښه ښکاره شم،چې زه تاته راشم . علي وويل د هګيو د شمېر هومره نر شترمرغان ،چې شترمرغې يې نه وي ليدلي له هغه ښځو شتر مرغو سره،چې شتر مرغ يې نه وي ليدلى؛نوکه بچى يې وشو،هغه به منى ته يوسي او قرباني دې يې کړي . حضرت عمروويل : کېداى شي اوښه بچى وغورځوي ( سقط يې کړي ) . علي وويل : کېداى شي هګۍ هم فاسدې شي . عمر وويل : خدايه ! په داسې ستونزه کې مې راګېر نه کړې،چې علي مې تر څنګ نه وي .
( کنزالعمال : درېم ټوک،١٧٩ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : يوه ستره ستونزه حضرت عمر ته پېښه شوه،چې د ستونزې د ستروالي له امله به کېناسته او پاڅېده؛رنګ به يې واوخوت او تک تور به شو او ددې ستونزې د هواري لپاره يې د رسول اکرم اصحاب راټول کړل،چې سلا مشوره ورسره وکړي،چې ټولو ورته وويل : اميرالمؤمنينه! زموږ پناه ځاى خو ته يې . حضرت عمر وويل : له خدايه ووېرېږئ او سمه خبره وکړئ،چې خداى مو نيتونه پاک کړي. اصحابو ورته وويل : ددې ستونزې حل له موږ سره هم نشته . حضرت عمر وويل : پر خداى قسم، چې څوک پېژنم،چې ددې ستونزې هوارول ورته ډېر اسان دي . اصحابو وويل : ګواکې مردا مو د ابيطالب زوى دى . حضرت عمر وويل : خداى دې لري؛ايا عرب يې په څېر بل لري، پاڅئ، چې ورشو . اصحابو ورته وويل : اميرالمؤمنينه ! صبر نه کوئ، چې په خپله راشي . عمر وويل : نه بېخي نه !داچې له بني هاشمو دى او د رسول اکرم خپلوان دى، تر ټولو پوه دى او په ټوليزه،علم يو څيز دى، چې بايد ورپسې ولاړ شو او بايد توقع ونه لرو،چې کور ته مو راشي .
( کنزالعمال : درېم ټوک،١٧٩مخ ) له سعيد بن جبير روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې يو ماشوم يې زيږولى و، چې له پنډيو پورته دوه وو؛يعنې دوه سره، دوه ګېډې،څلور لاسونه او دوه عورته يې درلودل او تر پنډو لاندې يو و .دې ښځې له مېړه څخه د دوو اولادونو ميراث غوښته . حضرت عمر اصحاب راټول کړل،چې مشوره ورسره وکړي؛خو سم او صحيح ځواب يې لاس ته را نه غى؛نو بيا يې علي بن ابيطالب راوغوښت . حضرت علي وويل :په دې خبره کې يو راز دى؛نو ښځه او زوى يې بندي کړئ او د ميراث مال هم ونيسئ او يو څوک ورته ونيسه،چې خدمت يې وکړي او لګښت يې ورکړي، حضرت عمر همداسې وکړل، چې ښځه مړه شوه او بيا عجيب الخلقة زوى د ميراث غوښتنه وکړه، حضرت علي حکم وکړ،چې يو خسي خادم دې د د دواړو د عورت داسې خيال وساتي؛لکه مور يې چې د خپل ماشوم ساتي،چې تر څه مودې وروسته يو له هغوى د واده هيله وکړه،چې حضرت عمر يو څوک په علي پسې ولېږه، چې بالاخره نظر دې ددې دوو کسانو په اړه څه دى؛نو که يو يې ښځه غواړي او بل نه او يو څه غواړي،چې هغه بل يې نه غواړي؛موږ به څه کوو او ګورې،چې يو يې ښځه غواړي ؟ علي وويل: الله اکبر ! خداى تردې حليم او کريم دى، چې خپل بنده به دې ته اړ کړي،چې جماع کول يې وليدل شي او تاسې هم هغه ځوان بوخت کړئ،چې خداى يې په اړه حکم صادر کړي؛ځکه دا هلک به هله د جماع اشتها کوي،چې مړينې ته نږدې وي او هغه ځوان هم درې ورځې وروسته مړ شو . بيا حضرت عمر اصحاب راټول کړل، چې په دې ژوندي پورې د تړل شوي مړي تکليف څه دى ؟ورته يې وويل : هغه مړى د ژوندي له بدنه بېل کړئ او ښح يې کړئ . حضرت عمر وويل : عجيبه خبره کوئ ! آيا زه يو ژوندى د بل مړي لپاره ووژنم ؟ او په خپل هغه ځوان هم نيوکه وکړه،چې سره له دې،چې مؤحد يم، قرآن وايم او د محمد بن عبدالله پر نبوت او رسالت ايمان لرم؛نو بيا مې هم وژنئ ؟ بيا حضرت عمر په حضرت علي پسې يو کس ولېږه،چې راشه او ددې ستونزې لپاره لاره چاره پېدا کړه . حضرت علي وويل : مسله ډېره اسانه ده او تاسې مه وارخطا کېږئ؛هغه ته غسل ورکړه او کفن يې کړه او يو خادم ورته ونيسه،چې په ناسته پاسته کې ورسره مرسته وکړي او چې درې ورځې تېرې شوې؛نو هغه يو به وچ شي او د جلا کولو وړ به وګرځي،درې ورځې وروسته همداسې هم وشول . حضرت عمر وويل : يابن ابيطالب ! ته او د هرې شبهې رابرسېروونکى او د هر حکم مرجع وې او يې .
( کنزالعمال : څلورم ټوک،٢٢٣ مخ ) له قاسم بن ابي امامه روايتوي، چې وايي : حضرت عمر جنب و او له خلکو سره يې لمونځ وکړ؛نو چې پوه شو؛نو خپل لمونځ يې راوګرځاوه . حضرت علي وويل : بايد خلکو ته اعلان وکړې،چې هغوى هم خپل لمونځ راوګرځوي او اصحابو هم د علي حکم پلي کړ .
( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٦ مخ ) له ابن عمر روايتوي، چې پلار مې عمر بن خطاب،حضرت علي بن ابيطالب ته وويل : ابا الحسنه ! درې مطلبه مې په ذهن کې مشکل دي او ډېر مې زړه غواړي که ته يې پوهه لرې؛نو ځواب يې راکړه . علي: هغه درې مسئلې څه دي ؟ حضرت عمر وويل : يو دا چې کله انسان له يوه داسې سړي سره مخېږي،چې دومره مينه ورسره لري،چې تر هغه هومره به له چا سره هم مينه نه کوي او بل به يې دومره بدې راځي،چې تر هغه به يې بل بدې نه راځي،چې ددې خبرې علت به څه وي ؟ علي ورته وويل : ما د خداى له استازي واورېدل : ارواګانې په هوا کې ځانته لښکرې دي او په بېلو بېلو ليکو کې دي او که بدنونه يو له بل سره مخامخ شول؛نو که ارواګانې يې سره په يوه ليکه کې وي؛نو يو بل جذبوي او که په يوه ليکه کې نه وي؛نو يو بل يې بدې راځي . حضرت عمر وويل : دا يې يو . بله دا انسان هغه څه هېروي،چې چې اورېدلى يې وو او کله يې ياد ته راځي؛نو ددې علت څه دى ؟ علي ورته وويل : د خداى له استازي مې واوېدل : داسې زړه به و نه ګورې،چې د ځان لپاره به وريځ نه لري؛لکه څنګه،چې سپوږمۍ د ځان لپاره وريځ لري او په همدې ترڅ کې،چې سپوږمۍ رڼا ورکوي؛نو وريځ يې د رڼا مخه نيسي او تپه تپاره کړي او زړونه همداسې دي. عمر وويل :دا يې دوه . درېم : چې کله انسان خوب ګوري؛نو کله يې خوب رښتيا وي او کله دروغ؛نو ددې علت څه دى ؟ علي وويل : د خداى له استازي مې واورېدل :داسې ښځه او سړى به نه وي،چې خوب يې درون شي او اروا يې د عرش پر لور روانه نشي او تر هغه نه راويښېږي ،چې اروا يې عرش ته نه وي رسېدلې او څه يې چې ليدلي؛نو صادق دي او هغه چې عرش ته يې د اروا تر رسېدو مخکې راويخ شي؛نو هر هغه څه دروغ دي،چې په خوب کې يې ويني .عمر ورته وويل : دا خبرې وې، چې زما ذهن يې پر ځان له ډېره وخته بوخت کړى و او تا راته دا ستونزه هواره کړه او د خدايه شکر کوم،چې تر مړينې مخکې مې پرې سر خلاص شو .
( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) له حضرت عمر څخه روايتوي، چې د يوې خبرې پر سر يې له يو سړي سره شخړه شوه، چې ورته مې وويل : آيا راضي يې،چې دا ناست کس زما او ستا په منځ کې قضاوت وکړي ؟ سړي پر سپکاوي وويل : هغه سړى،چې غټه ګېډه لري ؟ حضرت عمر غوسه شو، ورپاڅېد او سړى يې له ګرېوانه راونيو او ورته يې وويل: خبر يې چې د چا سپکاوى دې وکړ ؟ تا زما او د هر مسلمان مولى خپه کړ .
( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٥ مخ ) له زيد بن علي له پلاره له نيکه روايتوي،چې وايي: يوه دوه ځانې-حامله ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې پر زنا يې منښته کړې وه. حضرت عمر پرې د سنګسار حکم وکړ. حضرت علي دا ښځه پر لار ليدلې او له خلکو يې پوښتنه کړې وه، چې دې ښځې څه کړي دي ؟ورته وويل شول : عمر حکم کړى،چې سنګسار دې شي. علي حکم وکړ: بېرته يې وګرځوئ او حضرت عمر ته يې وويل : ته پر هغې ښځې واکمن يې، نه په ګېډه کې يې پر ماشوم، ته په دې عمل پرې وينه راوړه او و دې وېروله او همدومره ورته بس دى. عمر وويل :په رښتيا چې همداسې ده ؟ ورته يې وويل : هو ! مګر د خداى له استازي دې نه دي اورېدلي : چا چې بر بلا تر ککړېدو وروسته پر جرم منښته وکړه؛نو نور پرې حد نه جاري کېږي؛يا بايد بندي شي او يا وګواښول شي؛ځکه اقرار يې اقرار نه دى . حضرت عمر هم ښځه پرېښووه .
( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٢ مخ ) له عبدالرحمان سلمي روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې په بيديا کې يې د سختې تندې له امله له يوه شپوڼه د اوبو غوښتنه کړې وه او شپوڼ ورته ويلي وو،چې د کوروالي په شرط به اوبه درکړم او ښځې هم د ناچارۍ له مخې زنا کړې وه . حضرت عمر يې د سنګسارولو په اړه له اصحابو سره سلا مشوره وکړه، چې حضرت علي ورته وويل : بايد رجم نشي؛ځکه پرېشانه وه؛نو تاسې يې پرېږدئ .حضرت عمر هم د علي حکم پلى کړ .
( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) له حنش بن معتمر روايتوي، چې دوه کسانو له يوې قريشي ښځې سره سل ديناره امانت کېښوول او ورته يې وويل : موږ يوه ته به يې هم نه راکوې؛يعنې که يو مو ځان ته راغى؛نو مه يې راکوه او صبر وکړه،چې هغه بل هم راشي، چې له دې کيسې يو کال تېر شو او يو يې راغى او ښځې ته يې وويل :زما هغه بل ملګرى مړ شوى او دينار راکړه. ښځې دينار ور نه کړل او سړي د ښځې د مېړه کورنۍ په ښځې پسې راوپاروله او د ښځې کورنۍ هم دا ښځه سور اور ته ونيوه، چې ددې سړي دينار ورکړي او ښځې هم دينار ورکړل . يو کال تېر شو او هغه بل سړى راغى او د دينارو غوښتنه يې وکړه. ښځې ورته وويل : ما دينار ستا هغه بل ملګري ته ورکړل؛ځکه راغى او ما ته يې وويل،چې هغه بل ملګرى مې مړ شوى او ما هم دينار ورکړل،چې خبره عمر ته يووړل شوه. حضرت عمر ښځې ته وويل : ته ضامنه يې او بايد دينار ورکړې . ښځې قسم ورکړ،چې ته په موږ کې قضاوت مه کوه او پرېږده، چې علي بن ابيطالب په موږ کې قضاوت وکړي . حضرت عمر هم قضاوت علي ته وروسپاره . حضرت علي پوه شو،چې هغه دوه سړي له دې ښځې سره دوکه کوي . حضرت علي سړي ته وويل : هغه ورځ مو چې امانت دې ښځې ته ورکاوه؛مګر تاسې نه وو ويلي،چې موږ يوه ته به يې نه راکوې ؟ و يې ويل : هو ويلي مو وو. علي ورته وويل : ستاسې مال له ماسره دى او ولاړ شه او هغه بل ته هم ووايه،چې راشي،چې مال مو درکړم . سړى ولاړ او بېرته راستون نشو .
( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) او همداراز د رياض النضره په هماغه ټوک او هماغه مخ کې درې نور روايتونه راغلي،چې په دوو کې يې حضرت عمر ويلي : علي ! خداى دې ما له تا مخکې واخلي .
( شبلنجي؛ نورالابصار : ١٧١ مخ ) روايتوي،چې يو سړى يې حضرت عمر ته راوست،چې په خلکو کې يې د کفر خبرې کړې وې . خلکو پوښتلى و، چې څنګه يې . هغه ورته ويلي وو : اوس خو حالات داسې دي،چې فتنه مې خوښه ده او له حقه کرکه لرم او يهود او نصارا تاييدوم او پر هغه څه ايمان لرم چې نه يې وينم او پر هغه څه ايمان لرم،چې نه وي پيدا شوى. حضرت عمر يو کس په حضرت علي پسې ولېږ؛نو همداچې علي راغى؛نو د سړي کيسه يې ورته وکړه. حضرت علي سړى په حقه وباله ،و يې ويل : رښتيا وايي؛ځکه د هغه مال او اولاد خوښ دى او خداى هغه دواړه فتنه ښوولي؛( انما اموالکم و اولادکم فتنة ) له حقه کرکجن دى،چې مراد يې مړينه ده،چې حق دى او خداى وايي : ( وجاءت سکرة الموت بالحق ) د يهودو او نصاراوو خبره هم تاييدوي؛ځکه قرآن د يهودو له خولې وايي :نصارى پر باطله دي او نصارى وايي،چې يهود پر باطله دي او بل داچې وايي چې پر ناليدي ايمان لرم او هغه خداى دى، چې نه ليدل کېږي او پر هغه څه ايمان لري،چې پيدا شوى نه دى او هغه قيامت دى . حضرت عمر وويل : پناه غواړم له هغې ستونزې،چې علي يې هوارونکى نه وي .
( ثعلبي؛قصص الانبياء :٥٦٦ مخ ) د ( اذ اوى الفتنة الى الکهف فقالوا ربنا آتنا من لدنک رحمة ) آيت په تفسير کې وايي :د اصحاب کهف په اړه کيسه ده او هغه داچې کله اميرالمؤمنين عمر بن خطاب خلافت ته ورسېد؛د يهودو عالمان ورته راغلل،چې آيا له محمد او ابوبکر وروسته د مسلمانانو د خلافت چارې يې په لاس کې دي ؟
ورته يې وويل : هو ! ورته وويل شول : موږ څه پوښتنې لرو؛نو که ځواب دې راکړ؛ نو پوه به شو، چې اسلام پر حقه او محمد په رښتيا پېغمبر و او که ځواب دې رانه کړ؛نو پوه به شو،چې اسلام پر حقه نه دى او محمد هم دروغجن و . حضرت عمر وويل : وپوښتئ هر څه چې پوښتئ . و يې ويل : راته ووايه : د اسمان د قفلونو مانا څه ده او کونجيانې يې کومې دي ؟ هغه کوم قبر و،چې په ځان کې ښح کړى يې له ځانه يووړ ؟ هغه څوک و، چې خپل قوم يې انذار کړ حال داچې نه انس و او نه جن ؟ هغه کوم ساه کښ دي،چې پر ځمکه وګرځېدل؛خو په يوه زيلانځ=رحم کې هم نه دي پيدا شوي ؟ هغه غږ، چې دراج کوي، څه مانا لري ؟ راته ووايه : چرګ، اس، چينډخ، خر ، قمري په خپل غږونو کې څه وايي ؟ حضرت عمر خپل سر لاندې ټيټ کړ او بيا يې وويل : دا د عمر نيمګړتيا نه ده، چې وپوښتل شي او پر ځواب نه پوهېږي،چې ووايي : نه پوهېږم او پر څه چې نه پوهېږي،پوښتنه يې وکړي . ناڅاپه يهودان پاڅېدل او و يې ويل : موږ شهادت ورکوو، چې محمد پېغمبر نه و او اسلام هم باطل دين دى . دا مهال سلمان وارخطا پاڅېد او ورته يې وويل : تاسې مهرباني وکړئ، څو شېبو ته کېنئ ،چې راستون شم او په بېړه يې ځان علي ته ورورساوه او ورته يې وويل : ابا الحسن ! سلام عليکم ! د اسلام مل شه، چې ګوره له لاسه ځي . علي ورته وويل : څه شوي ؟ سلمان ورته کيسه وکړه . علي د رسول اکرم عبا واخسته، چې پرې لږه اوږده هم وه او په دبدبه مجلس ته ورغى؛نو حضرت عمر، چې وليد،ورغاړې ووت،ورته يې وويل : ته د هرې ستونزې د هوارې لپاره زموږ زېرمه يې . بيا علي له يهودانو وغوښتل : وپوښتئ او په پاى کې يې وويل : اخر رسول اکرم ما ته زر بابه علم رازده کړى،چې له هر يو يې زر نور بابونه پرانستل کېږي . يهودانو خپلې پوښتنې وکړې او علي ورته وويل : په دې شرط ځواب درکوم،چې که زما ځواب د تورات له مخې و؛نو ټول به ايمان راوړئ،چې بيا علي د ټولو ځواب ورکړ، چې موږ د لنډيز لپاره نه دي راوړي .
[1] وګورئ : شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 239مخ د قم چاپ 1371كال او همداسې : متقي هندي ، كنزالعمال؛ 13ټوك، 122 او 123مخونه.
[2] وګورئ : ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 82مخ، 584حديث ( د محمودي شرح )
[3] وګورئ : شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 297مخ او همداسې : ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 80مخ ( د محمودي شرح ) له بخاري د تاريخ كبېر له لومړى ټوك 370 مخ نه راخستې دى .
[4] وګورئ : ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 2ټوك،82 مخ، 585 مخ.
[5] وګورئ :1_ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة، 3فصل، 343مخ. 2 _ حاكم، المستدرك؛ 3ټوك، 125مخ.3 _ هيثمي، مجمع الزوايد؛ 9ټوك، 120مخ.4 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ لومړى ټوك، 219مخ، 282حديث. (د محمودي شرح)
[6] وګورئ : شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛2ټوك، 388مخ.
[7] وګورئ : 1_ ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛2ټوك، 365مخ، 872حديث. 2 _ ابن مغازلي؛ مناقب؛ 289مخ، لومړى چاپ. 3 _ خوارزمي، مناقب؛ 13فصل، 78مخ، د تبريز چاپ .4_ګنجي شافعي، كفاية الطالب؛ 62باب، 258مخ .
[8] وګورئ : شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 65باب، 448مخ.
[9] وګورئ : آثار الصادقين؛14ټوك،211مخ، چې د “فضائل الخمسه” له 2ټوك، 239مخ نه يې را اخستی دي او همداسې : كنزالعمال؛ 6ټوك، 393مخ.
[10] وګورئ : آثار الصادقين؛ 14ټوك،212مخ،چې د الغدير له 5ټوك، 363مخ نه يي را نقل كړې دى او همداسې: فضائل الخمسه؛ لومړى ټوك، 167مخ عن مستدرك الصحيحين .
[11] وګورئ : ابن كثير، البدايه والنهايه؛ 7ټوك، 358مخ.
[12] وګورئ : آثار الصادقين؛ 14ټوك، 286مخ،چې له شرح حال امام علي من تاريخ دمشق، لومړى ټوك، 360مخ نه يې راخستى دى.
[13] وګورئ :1_ ابن عساكر،شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 79مخ، 581حديث.2_ابن مغازلي، مناقب؛22مخ، 31ګڼه، لومړى چاپ.
[14] 1_ حافظ ابي نعيم، حلية الاولياء؛ لومړى ټوك، 65مخ. 2 _ سيوطي، تاريخ الخلفاء؛ 170مخ.3 _ ابن كثير، البديه والنهايه؛ 7ټوك، 260مخ.4 _ بلاذري ، انساب الاشراف؛ 2ټوك، 97مخ، 21حديث، لومړى چاپ.
[15] وګورئ : شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 57باب، 320مخ.
[16] وګورئ : آثار الصادقين؛ 14ټوك، 492مخ، چي د “الامام الصادق” د كتاب له 2ټوك، 582 مخه يي راخستى دى.
[17] وګورئ: آثارالصادقين؛14ټوك،493مخ،چي د”الامام الصادق” د 2ټوك، 582 مخه يي راخستې دى .
[18] وګورئ : آثارالصادقين؛ 14ټوك، 493، چې د “الغدير” د كتاب، 6ټوك، 126مخه يي راخستى دى.
[19] وګورئ :1_ شيخ سليمان قندزى حنفي، ينابيع المودة : 14باب، 80 او 249مخونه . 2 _ ګنجي شافعي، كفاية الطالب؛ 59باب، 227مخ.
[20] وګورئ : آثارالصادقين؛14ټوك،492مخ،چې د “امام صادق” د كتاب له 2ټوك، 582 مخه يي راخستى دى.
[21] وګورئ : راغب، محاضرات، 7ټوك، 213مخ
[22] وګورئ : شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 82مخ. ( د محمودي شرح)
[23] وګورئ :”بوستان معرفت”؛ 677مخ، چې هغه هم د حسكاني د شواهد التنزيل له لومړى برخې، 30مخ، 29حديثه يې راخستى دى.
[24] وګورئ : 1 _ ابن عساكر،شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛2ټوك،48 – 52مخونه . 2 _ ابن كثير، البدايه والنهايه؛ 7ټوك، 350مخ . 3 _ ګنجي شافعي، كفاية الطالب؛ لومړى باب، 62مخ . 4 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة: باب مناقب السبعون؛283مخ،56حديث او همداسې 4باب، 33 – 34مخونه.
[25] وګورئ :1_ ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 365مخ، 872حديث . 2 _ ابن مغازلي؛ مناقب؛ 289مخ، 330ګڼه، لومړى چاپ.3 _ خوارزمي، مناقب؛ 13فصل، 78مخ، د تبريز چاپ.
[26] وګورئ : 1 _ آثار الصادقين، 14ټوك، 34مخ كې د ابن شهرآشوب د مناقبو دويم ټوك، له 6مخه يې راخستى دى . 2 _ متقي هندي ، كنزالعمال، 6ټوك، 395مخ.
[27] وګورئ : شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة،باب الموده السادسه، 299مخ.
[28] وګورئ : بلاذري؛ انساب الاشراف : 2ټوك، 103مخ، 35حديث، لومړى چاپ _ بيروت .
[29] وګورئ : 1 _ سيرى در صحيحين، محمد صادق نجمى، 2ټوك، 273مخ چې د نهج البلاغه له شرحې د 12ټوك، 21مخ نه يې راخستى دى. همدارز دا روايت، صحيح بخارى، مسند احمد او ابن حجر په صواعق كې هم راخستى ده.
[30] وګورئ : “بيست و پنج سال سكوت علي ” فواد فاروقي، 114مخ.
[31] وګورئ : “چرا شيعه شدم”، محمد رازى، 218مخ چې هغه هم د شهرستانى له “ملل و نحل” او د محب طبري له “رياض النضره” او د ابي الحديد د نهج البلاغى له شرحې راخستى دى.