بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ﴿۱﴾ چې کله (د قيامت ستره) پېښه،پېښه شي . (۱) لَيْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ ﴿۲﴾ (چې) په پېښېدو كې يې دروغ نشته . (۲) خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌ ﴿۳﴾ (دا پېښه د کافرانو) ټيټوونکې او [د مومنانو] لوړوونكې ده . (۳) إِذَا […]
| بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين الله په نامه | |
| إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ﴿۱﴾ | چې کله (د قيامت ستره) پېښه،پېښه شي . (۱) | |
| لَيْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ ﴿۲﴾ | (چې) په پېښېدو كې يې دروغ نشته . (۲) | |
| خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌ ﴿۳﴾ | (دا پېښه د کافرانو) ټيټوونکې او [د مومنانو] لوړوونكې ده . (۳) | |
| إِذَا رُجَّتِ الْأَرْضُ رَجًّا ﴿۴﴾ | چې کله ځمكه پوره ولړزول شي . (۴) | |
| وَبُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّا ﴿۵﴾ | او غرونه وړه وړه کړای شي . (۵) | |
| فَكَانَتْ هَبَاء مُّنبَثًّا ﴿۶﴾ | نو خوره وره دوړه شي . (۶) | |
| وَكُنتُمْ أَزْوَاجًا ثَلَاثَةً ﴿۷﴾ | او (پر هغې ورځ) تاسې درې ګونې ډلې شئ . (۷) | |
| فَأَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ ﴿۸﴾ | نو (د ښي لاس) نېكمرغه ياران؛(د ښې لاس) نېكمرغه ياران څوك دي! (۸) | |
| وَأَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ ﴿۹﴾ | او(د كيڼ لاس) بدمرغه ياران؛(د كيڼ لاس) بدمرغه ياران څوك دي! (۹) | |
| وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ ﴿۱۰﴾ | او (درېمنۍ ډله) د مخكښانو مخكښان (دي)، (۱۰) | |
| أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ ﴿۱۱﴾ | همدوى (الله ته) ورنژدې دي . (۱۱) | |
| فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۱۲﴾ | (چې) له نعمتونو په ډكو(جنتي) باغونو كې دي . (۱۲) | |
| ثُلَّةٌ مِّنَ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۳﴾ | زياته برخه (يې) له مخكېنيو (امتونو) ده، (۱۳) | |
| وَقَلِيلٌ مِّنَ الْآخِرِينَ ﴿۱۴﴾ | او لږ يې له روستنيو (امتونو) ده (۱۴) | |
| عَلَى سُرُرٍ مَّوْضُونَةٍ ﴿۱۵﴾ | دوى (= مقربان) پر پسولل شويو تختونو،(۱۵) | |
| مُتَّكِئِينَ عَلَيْهَا مُتَقَابِلِينَ ﴿۱۶﴾ | يو بل ته مخامخ، ډډه پرې وهلي. (۱۶) | |
| يَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُونَ ﴿۱۷﴾ | پر دوی به (چوپړ ته) تلپاتي ژڼي ګرچاپېره ګرځي؛ (۱۷) | |
| بِأَكْوَابٍ وَأَبَارِيقَ وَكَأْسٍ مِّن مَّعِينٍ ﴿۱۸﴾ | د روان څښاک له ډكو پيالو، کوزو او جامونو سره ، (۱۸) | |
| لَا يُصَدَّعُونَ عَنْهَا وَلَا يُنزِفُونَ ﴿۱۹﴾ | چې په څښلو به يې سرخوږ او مستي پرې رانشي . (۱۹) | |
| وَفَاكِهَةٍ مِّمَّا يَتَخَيَّرُونَ ﴿۲۰﴾ | او راز راز مېوې،چې دوی یې خوښوي. (۲۰) | |
| وَلَحْمِ طَيْرٍ مِّمَّا يَشْتَهُونَ ﴿۲۱﴾ | او د مرغانو غوښې، چې زړه یې ورته کېږي. (۲۱) | |
| وَحُورٌ عِينٌ ﴿۲۲﴾ | او غټ سترګې حورې؛ (۲۲) | |
| كَأَمْثَالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُونِ ﴿۲۳﴾ | لكه په سيپۍ کې مرغلرې . (۲۳) | |
| جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۴﴾ | دا یې د كړنو بدله ده. (۲۴) | |
| لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا تَأْثِيمًا ﴿۲۵﴾ | هلته به چټي وينا او د ګناه خبرې وانه وري . (۲۵) | |
| إِلَّا قِيلًا سَلَامًا سَلَامًا ﴿۲۶﴾ | يوازېنۍ خبره، چې اوري،هغه به ((سلام)) وي او ((سلام)). (۲۶) | |
| وَأَصْحَابُ الْيَمِينِ مَا أَصْحَابُ الْيَمِينِ ﴿۲۷﴾ | او د ښي لاس ياران؛د ښي لاس ياران څوك دي! (۲۷) | |
| فِي سِدْرٍ مَّخْضُودٍ ﴿۲۸﴾ | (هغوى) د نا اغزنو بېرو( تر سيوري) لاندې دي، (۲۸) | |
| وَطَلْحٍ مَّنضُودٍ ﴿۲۹﴾ | او د كيلو تر وږیزو ونو لاندې، (۲۹) | |
| وَظِلٍّ مَّمْدُودٍ ﴿۳۰﴾ | او په خورو سيورو كې دي، (۳۰) | |
| وَمَاء مَّسْكُوبٍ ﴿۳۱﴾ | او د ځړوبیو ترڅنګ دي . (۳۱) | |
| وَفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ ﴿۳۲﴾ | او (ورته) پرېمانه مېوى (دي)، (۳۲) | |
| لَّا مَقْطُوعَةٍ وَلَا مَمْنُوعَةٍ ﴿۳۳﴾ | چې نه پاى ته رسي او نه يې جنتيان له خوړو منع کېږي، (۳۳) | |
| وَفُرُشٍ مَّرْفُوعَةٍ ﴿۳۴﴾ | او تر څنګ به يې (په اخلاقو او ښکلا کې) عزتمنې مېرمنې وي . (۳۴) | |
| إِنَّا أَنشَأْنَاهُنَّ إِنشَاء ﴿۳۵﴾ | [چې] په حقيقت كې موږ دوى په (نوي) پنځون سره رامنځته كړي . (۳۵) | |
| فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا ﴿۳۶﴾ | او پېغلې کړې مو دي،(۳۶) | |
| عُرُبًا أَتْرَابًا ﴿۳۷﴾ | خپلو همزولو مړونو ته ګرانې دي .(۳۷) | |
| لِّأَصْحَابِ الْيَمِينِ ﴿۳۸﴾ | (دا هر څه) د ښي لاس د يارانو دي . (۳۸) | |
| ثُلَّةٌ مِّنَ الْأَوَّلِينَ ﴿۳۹﴾ | چې يو شمېر یې له ړومبنيو (امتونو) دي . (۳۹) | |
| وَثُلَّةٌ مِّنَ الْآخِرِينَ ﴿۴۰﴾ | او يو شمېر يې له روستنيو (امتونو) دي . (۴۰) | |
| وَأَصْحَابُ الشِّمَالِ مَا أَصْحَابُ الشِّمَالِ ﴿۴۱﴾ | او د كيڼ لاس ياران؛ څوك د كيڼ لاس ياران دي (چې كړنليكونه يې د دوى د ناوړو كړنو په نښه د دوى كيڼ لاس ته وركول كېږى)! (۴۱) | |
| فِي سَمُومٍ وَحَمِيمٍ ﴿۴۲﴾ | دوى د تود باد په تپونو او خوټېدلو اوبو كې دي . (۴۲) | |
| وَظِلٍّ مِّن يَحْمُومٍ ﴿۴۳﴾ | او د تور لوګي تر سيوري لاندې! (۴۳) | |
| لَّا بَارِدٍ وَلَا كَرِيمٍ ﴿۴۴﴾ | [چې] نه به سوړ وي او نه ګټور . (۴۴) | |
| إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُتْرَفِينَ ﴿۴۵﴾ | (ځكه) چې دوى تردې مخكې (په دنيا كې) شتمن مشران ول (چې آخرت ته يې شا کړې وه) . (۴۵) |
|
| وَكَانُوا يُصِرُّونَ عَلَى الْحِنثِ الْعَظِيمِ ﴿۴۶﴾ | او پر ستره ګناه ټينګار كاوه،(۴۶) | |
| وَكَانُوا يَقُولُونَ أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَئِنَّا لَمَبْعُوثُونَ ﴿۴۷﴾ | او تل يې ويل:(( چې ومرو او خاورې او (وراسته) هډوكي شوو؛ نو ايا راپاڅول کېږو؟! (۴۷) | |
| أَوَ آبَاؤُنَا الْأَوَّلُونَ ﴿۴۸﴾ | او ايا زموږ تېر پلرونه (هم را پاڅول كېږي)؟!)) (۴۸) | |
| قُلْ إِنَّ الْأَوَّلِينَ وَالْآخِرِينَ ﴿۴۹﴾ | ووايه : (( بېشكه مخكېني او روستني (ټول)،(۴۹) | |
| لَمَجْمُوعُونَ إِلَى مِيقَاتِ يَوْمٍ مَّعْلُومٍ ﴿۵۰﴾ | هرومرو د ټاکلې ورځې په ژمنځای کې راغونډېږي، (۵۰) | |
| ثُمَّ إِنَّكُمْ أَيُّهَا الضَّالُّونَ الْمُكَذِّبُونَ ﴿۵۱﴾ | بيا به اى تاسې بېلاريو دروغجنو! (۵۱) | |
| لَآكِلُونَ مِن شَجَرٍ مِّن زَقُّومٍ ﴿۵۲﴾ | بېشکه د زقوم له ونې به وخورئ (۵۲) | |
| فَمَالِؤُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ ﴿۵۳﴾ | چې خېټې ترې ډکوئ . (۵۳) | |
| فَشَارِبُونَ عَلَيْهِ مِنَ الْحَمِيمِ ﴿۵۴﴾ | او له پاسه به خوټېدلى اوبه پرې ورڅښئ؛(۵۴) | |
| فَشَارِبُونَ شُرْبَ الْهِيمِ ﴿۵۵﴾ | او داسې به يې څښئ؛لكه جل وهلى اوښ يې،چې څښي . (۵۵) | |
| هَذَا نُزُلُهُمْ يَوْمَ الدِّينِ ﴿۵۶﴾ | دا يې د جزا پر ورځ (لومړۍ) مېلمستيا ده !)) (۵۶) | |
| نَحْنُ خَلَقْنَاكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُونَ ﴿۵۷﴾ | تاسې خو موږ پيدا كړئ؛ نو ولې (په قيامت كې له سره پر نوي پنځون) باور نه كوئ؟! (۵۷) | |
| أَفَرَأَيْتُم مَّا تُمْنُونَ ﴿۵۸﴾ | آيا له هغه څاڅكي خبر ياست، چې (په زيلانځ كې يې) څڅوئ؟! (۵۸) | |
| أَأَنتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخَالِقُونَ ﴿۵۹﴾ | ايا تاسې یې (ماشوم) پيدا كوئ که موږ پنځوونکي یو؟! (۵۹) | |
| نَحْنُ قَدَّرْنَا بَيْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ ﴿۶۰﴾ | موږ ستاسې ترمنځ مرګ اېشلى او تر موږ څوک وړاندې کېدوني نشته (او بېوسې نه يو)، (۶۰) | |
| عَلَى أَن نُّبَدِّلَ أَمْثَالَكُمْ وَنُنشِئَكُمْ فِي مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۶۱﴾ | (او كولای شو) چې ستاسې پر ځاى نور راولو او تاسې په داسې يوه نړۍ كې له سره نوي پيدا كړو، چې پرې نه پوهېږئ. (۶۱) | |
| وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْأَةَ الْأُولَى فَلَوْلَا تَذكَّرُونَ ﴿۶۲﴾ | او په ييقين، تاسې خو په لومړني پنځون (دنيا) پوهېدلي ياست؛ نو ولې پند نه اخلئ (چې ورپسې بله نړۍ هم شته)؟! (۶۲) | |
| أَفَرَأَيْتُم مَّا تَحْرُثُونَ ﴿۶۳﴾ | ایا څه چې كرئ، په باب يې تاسې غور كړى دى؟! (۶۳) | |
| أَأَنتُمْ تَزْرَعُونَهُ أَمْ نَحْنُ الزَّارِعُونَ ﴿۶۴﴾ | ايا تاسې يې رازرغونوئ يا يې موږ رازرغونوونکي يو؟! (۶۴) | |
| لَوْ نَشَاء لَجَعَلْنَاهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُونَ ﴿۶۵﴾ | كه وغواړو دا (کښتونه) به مات مات ډکي كړو؛ نو هېښنده به شئ! (۶۵) | |
| إِنَّا لَمُغْرَمُونَ ﴿۶۶﴾ | (داسې چې ووايئ: ) په رښتيا تاواني شوي یو؛(۶۶) | |
| بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ ﴿۶۷﴾ | بلكې بیخي بې برخې کړای شوي یو! (۶۷) | |
| أَفَرَأَيْتُمُ الْمَاء الَّذِي تَشْرَبُونَ ﴿۶۸﴾ | ايا هغه اوبه چې څښئ،تاسې وركتلي دي؟! (۶۸) | |
| أَأَنتُمْ أَنزَلْتُمُوهُ مِنَ الْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ الْمُنزِلُونَ ﴿۶۹﴾ | ايا دا تاسې له ورېځو راورولي، که موږ يې راوروونكي يو؟! (۶۹) | |
| لَوْ نَشَاء جَعَلْنَاهُ أُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُونَ ﴿۷۰﴾ | كه وغواړو؛ تروې ترخې به یې كړو؛نو ولې شكر نه باسئ؟ (۷۰) | |
| أَفَرَأَيْتُمُ النَّارَ الَّتِي تُورُونَ ﴿۷۱﴾ | ايا هغه اور،چې بلوئ،تاسې وركتلي دي؟! (۷۱) | |
| أَأَنتُمْ أَنشَأْتُمْ شَجَرَتَهَا أَمْ نَحْنُ الْمُنشِؤُونَ ﴿۷۲﴾ | ايا ونه يې تاسې پنځولې، که موږ يې پنځوونکي يو؟! (۷۲) | |
| نَحْنُ جَعَلْنَاهَا تَذْكِرَةً وَمَتَاعًا لِّلْمُقْوِينَ ﴿۷۳﴾ | موږ اور د (دوزخ) دریادولو وزله او اړمنو ته د ژوند سامان ګرځولی دی. (۷۳) | |
| فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ ﴿۷۴﴾ | (اوس چې داسې ده)؛ نو د خپل ستر پالونكي په نامه تسبيح ووايه (او پاك او سپېڅلى يې وګڼه)، (۷۴) | |
| فَلَا أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُومِ ﴿۷۵﴾ | نو د ستوريو پر ځايونو قسم (او د راختو او پرېوتو پرځايونو یې)!(۷۵) | |
| وَإِنَّهُ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ ﴿۷۶﴾ | او كه پوه شئ البته دا ډېر ستر سوګند دى! (۷۶) | |
| إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيمٌ ﴿۷۷﴾ | بېشکه چې دا (قرآن) عزتمن لوستونى دى، (۷۷) | |
| فِي كِتَابٍ مَّكْنُونٍ ﴿۷۸﴾ | (د الهي علم) په پټ کتاب کې ، (۷۸) | |
| لَّا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ ﴿۷۹﴾ | چې يوازې پاکان لاس وروړاى (او پرې پوهېداى) شي . (۷۹) | |
| تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۸۰﴾ | (او) د نړۍ د پالونکي له لوري رالېږل شوى دى .(۸۰) | |
| أَفَبِهَذَا الْحَدِيثِ أَنتُم مُّدْهِنُونَ ﴿۸۱﴾ | او ايا تاسې دا خبره (قرآن) سپکه [او سسته] ګڼئ،(۸۱) | |
| وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُونَ ﴿۸۲﴾ | او په دې نعمت کې تاسې خپله برخه دا ټاکلې چې دروغ یې ګڼئ ؟! (۸۲) | |
| فَلَوْلَا إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ ﴿۸۳﴾ | نو ولې چې (ساه) ستوني ته ورسي (بېرته يې ستنولاى نشئ)؟! (۸۳) | |
| وَأَنتُمْ حِينَئِذٍ تَنظُرُونَ ﴿۸۴﴾ | او تاسې دا حال په سترګو وينئ (او څه كار مو له وسې پوره نه دى)؛ (۸۴) | |
| وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنكُمْ وَلَكِن لَّا تُبْصِرُونَ ﴿۸۵﴾ | او موږ هغه ته تر تاسې ډېر ورنژدې یو؛ خو د لیدانې په سترګو یې نه وینئ. (۸۵) | |
| فَلَوْلَا إِن كُنتُمْ غَيْرَ مَدِينِينَ ﴿۸۶﴾ | نو كه (په قيامت كې مو د كړنو) سزا نه دركول كېږي [او څه حساب او كتاب نه وي] ، (۸۶) | |
| تَرْجِعُونَهَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۸۷﴾ | كه رښتيني ياست؛ نو ولې هغه (وتلې ساه) نه راګرځوئ! ! (۸۷) | |
| فَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِينَ ﴿۸۸﴾ | نو كه دا (ساه وتلى) الله ته له نژدې کړای شویو کسانو ځنې وي، (۸۸) | |
| فَرَوْحٌ وَرَيْحَانٌ وَجَنَّةُ نَعِيمٍ ﴿۸۹﴾ | نو (ورته) هوسايي، خوږ وږمه (ګلان) او له نعمتونو ډك (جنتي) باغونه دي . (۸۹) | |
| وَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ أَصْحَابِ الْيَمِينِ ﴿۹۰﴾ | او كه د ښي لاس له يارانو ځنې و، (۹۰) | |
| فَسَلَامٌ لَّكَ مِنْ أَصْحَابِ الْيَمِينِ ﴿۹۱﴾ | نو (ورته ويل كېږي : ) پر تا دې د ښي لاسو لخوا سلام وي! (۹۱) | |
| وَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِينَ الضَّالِّينَ ﴿۹۲﴾ | او كه دا (ساه وتلى) له دروغجنو بېلاريو ځنې و،(۹۲) | |
| فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِيمٍ ﴿۹۳﴾ | نو د دوزخ د خوټېدلو اوبو مېلمستيا ورچمتو ده، (۹۳) | |
| وَتَصْلِيَةُ جَحِيمٍ ﴿۹۴﴾ | او برخليك يې د جهنم اور ته ورننووتل (او سوځېدل) دي؛ (۹۴) | |
| إِنَّ هَذَا لَهُوَ حَقُّ الْيَقِينِ ﴿۹۵﴾ | بېشكه دا (مطالب) یو یقیني حقیقت (حق الیقین) دى ! (۹۵) | |
| فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ ﴿۹۶﴾ | نو د خپل ستر پالونكي په نامه تسبيح وايه (او پاک يې وګڼه) .(۹۶) |
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پشتو ترجمه قران کریم
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- په پښتو ژبه د قران کریم ترجمه او تفسیر
- د قرآن پښتو ژباړه
- د قرآن کریم پښتو ژباړه
- د قرآن کریم ترجمه او تفسیر په پښتو کې
- د قرآن کریم ترجمه په پښتو کې
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پشتو ترجمه
- قران کریم پښتو ژباړه
- قران کریم ترجمه او تفسیر په پښتو
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.