تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة الحاقه د منتخبو آیتونو شرح  د حاقه سورت ټوليزه منځپانګه: د حاقه سورت منځپانګه پر درېيو ويينو چورلي :  ١- په قيامت پورې اړوند موضوعات او ډېرې ځانګړنې يې .  ٢-  د مخکېنيو کافرو اقوامو په تېره د عاد، ثمود او فرعون […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د سورة الحاقه د منتخبو آیتونو شرح

 د حاقه سورت ټوليزه منځپانګه: د حاقه سورت منځپانګه پر درېيو ويينو چورلي :  ١- په قيامت پورې اړوند موضوعات او ډېرې ځانګړنې يې .  ٢-  د مخکېنيو کافرو اقوامو په تېره د عاد، ثمود او فرعون د برخليک  په اړه ويينې،چې ټولو کافرانو او د قيامت منکرانو ته پکې ټينګې ګواښنې راغلي دي .  ٣-  د قرآن د ستریا،د پېغمبر اکرم(ص) د مقام او د دروغ ګڼونکيو د سزا په اړه ويينې شوي دي >(نمونه، 24: 433 مخ)

إِنَّا لَمَّا طَغَى الْمَاءُ حَمَلْنَاكُمْ فِي الْجَارِيَةِ ﴿۱۱﴾ = په حقيقت كې اوبه، چې توپاني شوې (؛ نو) په بېړۍ كې مو سپاره كړئ.

11_ چې اوبه توپاني شوې؛ نو په بېړۍ كې مو سپاره كړئ: دا آيت د نوح (ع) د قوم برخليك ته لنډه اشاره كوي. د اوبو توپاني كېدل داسې وو، چې اسمان تكو تيارو وريځو راونغاړه او داسې اورښت پيل شو، چې ته وا له اسمانه نيز راروان دى. چينې هم له ځمكې راوخوټېدې او دا دواړه اوبه سره يوځاى شوې او ټول يې ډوب كړل او يوازې هغوى وژغورل شول، چې په نوح (ع) یې ايمان راوړى واو په بېړۍ كې ورسره سپاره شوي ول. د ((حَمَلْنَاكُمْ)) مانا کړن – تعبير زموږ له اسلافو او نيكونو كنايه ده؛ ځكه كه هغوى ژغورل شوي نه واى، نن به موږ نه وو. (نمونه، 24: 443 مخ.)

لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ ﴿۱۲﴾ = چې دا (پېښه) یو پند دروګرځوو او اورېدونكي غوږونه يې واوري (او پرې پوه شي).

12_ اورېدونكي غوږونه: كله انسان يوه خبره اوري او سملاسي يې له غوږه اوباسي؛ لكه چې عام خلك وايي: په يو غوږ يې واورېدل او په بل يې وباسل. كله يې په اړه غور كوي او په زړه كې ځاى وركوي او د خپل ژوند د لارې مشال يې ګرځوي. په رواياتو كې لولو، چې دا آيت رانازل شو، د اسلام پېغمبر (ص) وويل: (( له پالوونكي مې وغوښتل، چې دا (اورېدونكي غوږونه) د علي غوږونه كړي)). تردې روسته، علي (ك) ويل: (( تردې روسته مې د پېغمبراکرم خبره نه هېروله او همېش مې ياده وه)) دا حضرت علي (ك) ته يو ستر فضيلت و، چې د پېغمبر د خوالو صندوقچه او د ټولو علومو پاتوړی – وارث يې و او په همدې دليل، تر پېغمبر (ص) روسته، اسلامي ټولنو ته او په علمي مسایلو کې چې څه ستونزې پېدا کېدې؛نو همغاړو – موافقانو او ناباندو – مخالفانو دواړو علي (ك) ته رجوع كوله او ستونزاواری يې غوښت، چې ځينې یې په تواريخو كې راغلي دي.  (نمونه، 24: 444 مخ.)

وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ ﴿۱۷﴾ = او پرښتې به یې (د اسمان) په څنډو كې وي (او د دندو د ترسره كولو لپاره چمتو كېږي) او پردې ورځ به اتو [پرښتو] ستا د پالونكي عرش پورته كړى وي.

17_ عرش او اته وړونكي يې: په دې آيت كې په ډاګه ټاكل شوي نه دي، چې د عرش وړونكي پرښتې دي که بې له دوى؛ خو د آيت ظاهري تعبيرونه ښيي، چې پرښتې دي؛ البته بيا هم ټاكل شوي نه دي، چې اته پرښتې دي که اته د پرښتو كوچنۍ يا سترې ډلې دي. په رواياتو كې راغلي، چې همدا اوس د عرش وړونكي څلور تنه (يا څلور ډلې) دي؛ خو په قيامت كې دوه ګرایه كېږي. له پېغمبراکرم(ص) نه په يو حديث كې لولو: (( نن هغوى څلور تنه دي او د قيامت پر ورځ يې په نورو څلورو تنو غښتلي كوي او اته تنه كېږي)) په رښتيا ((عرش)) څه دى؟ او دا پرښتې څوك دي؟ بلكې د ګردې هستۍ پر مانا ده؛ عرش، د خداى واكمني ده او په پرښتو (چې د خداى د حكم عملي كوونكي دي) تدبيرېږي. دا احتمال هم شته، چې د خداى د عرش وړونكي، تر پرښتو اوچت او غوره وګړي وي؛ لكه په رواياتو كې راغلي، چې په قيامت كې د خداى د عرش وړوونكي، څلور تنه له ړومبنيو او څلور تنه له روستنيو دي. ړومبي څلور تنه؛ نوح، ابراهيم، موسى او عيسى عليه السلام دي او څلور روستي تنه؛ محمد (ص)، علي، حسن او حسين دي. بېشكه موږ ددې تيارې او محدودې نړۍ مېشتو ته په قيامت پورې د اړوندو پېښو دقيق معلومات نشته، د عرش د وړونكيو خو لا څه چې څه وايو يوه شبح ده، چې له لرې یې د الهي آيتونو په رڼا كې وينو؛ كه نه بايد ورشو او حقيقت يې ووينو. (نمونه، 24: 451 مخ.)

وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ ﴿۴۴﴾ = او كه له ځانه یې څه خبرې راپسې جوړې کړې وای،

لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ ﴿۴۵﴾ = هرومرو په زور مو نيوه،

ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ ﴿۴۶﴾ = بيا به مو ښهرګ يې ترې پرې کړى واى!

فَمَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ عَنْهُ حَاجِزِينَ ﴿۴۷﴾ = او تاسې يوه هم یې (د مجازاتو) مخه نيواى نشوه .

44 تر 47_ په خداى پورې دروغ تړل څه مهلت نه پرېږدي: دلته دا پوښتنه راولاړېږي، كه هر چا پر خداى دروغ تړل، خداى سملاسي سزا وركوله؛ نو بايد د نبوت دروغجن مدعيان چټك له منځه تللي واى؛ حال داچې داسې نده او ډېرى يې په كلونو كلونو ژوندي پاتې شول او ان باطل دين يې ترې روسته هم پاتې شو. ددې پوښتنې ځواب دا دى، چې قرآن نه وايي، هر مدعي؛ بلكې وايي كه د اسلام پېغمبر (ص) دغسې يو چار وكړي؛ يعنې هغه پېغمبر، چې خداى معجزه وركړې او د هغه د حقانيت دلايل يې تاييد كړي، كه د حق له لارې واوړي، يوه شېبه مهلت به ورنكړاى شي؛ ځكه د خلكو د بېلارۍ لامل به وي؛ خو چې څوك باطله ادعا كوي او خپل حقانيت ته معجزه او څرګند دليل نلري، هېڅ لازم نه دي، چې خداى یې سملاسي هلاك كړي؛ ځكه حقپالو ته یې د خبرو بطلان څرګند دى. (نمونه، 24: 482 مخ.)

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!