د پېغمبر اکرم (ص) ميلاد
د پېغمبر اکرم (ص) ميلاد د هر ستر انسان د ژوند هر څپرکى د څېړنې وړ دى. كله د يو انسان شخصيت دومره ستر وي،چې د ژوند ټول څپرکي،ان د ماشومتوب او تيخورۍ پړاو يې هم د پام وړ ګرځي. د ټولنو د لارښوونکيو،د خپل وخت د نابغه وو او د تمدن د قافلې د […]
د قرآني آیتونو په رڼا کې نبوي سیرت
سریزه ((لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (الاحزاب/21)= په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي.)) د پېغمبر اکرم سيرت […]
د ژوند یون او مرحلې
د ژوند او یون مرحلې ژوند څه شی دی ځېر شه ورته ژوند په ابتداء یوه نقطه ده ښکته پورته واړه کاینات یې دایره ده دا نقطه د داسې یو نقطې نه عبارت ده پر د عقل سوځي ورته دومره په رفعت ده نه څه تعین او نه یې حد نه اندازه شته […]
ګروهیزې پوښتنې او ځوابونه
پوښتنه: ولې انبياء د بشر له جنسه دي ؟ ځواب : يوه نيوکه،چې پر انبياوو به کېده دا وه ،چې ولې هغوى بشر دی او پرښتې نه دي ؟ حال داچې ددې چارې ښکلا په همدې کې ده،چې انبياء بشر وي؛ځکه که بشر نه وي؛نو بشر به لانجه کوله،چې انبياء زموږ له ستونزو او […]
ورورلي
د اسلام يو غوراوى دا دى،چې سمونې له بېخه پيلوي ؛ د ساري په ډول، وايي : (إِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا[1]) ؛يعنې ټول عزت د خداى لپاره دى ،بيا سپارښتنه کوي ،چې ولې د عزت لاس ته راوړو ته په ده اوهغه پسې ځئ يا وايي : (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) ( ټول ځواک […]
غیبت
غیبت څه ته وايي؟ *غيبت دې ته وايي،چې که د يو چا په نه شتون کې يې په باب داسې څه ووايې،چې خلک ترې خبر نه وي او هغه انسان يې په اورېدو خپه شي .[1] نو مخامخ نيوکه يا هغه نیمګړتیا،چې خلک ترې خبر وي او اورېدونکى پرې خپه نشي،غيبت نه دى . د […]
کعبه نړیواله مرکزي هډه
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ[1] د تاريخ د فلسفې يو آر – اصل دى ،چې وایې (( تېر د راتلونکي په جوړولو کې ستره ونډه لري ))؛نو ددې آر له مخې اوس وينو، چې د مستضعيفنو نړيواله مرکزي هډه به چيرته وي؟ اړنګ- شک نشته ،چې د نړيوال (( […]
قسط او عدل
د قسط او عدل کلمې په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې په وار وار سره راغلي ،(( قسط )) د (( ظلم )) اوعدل د (( جور)) په مقابل کې راځى او معمولا دا دواړه کلمې په مرادف ډول استعمالېږي،حال دا چې د (قسط )) او ((عدل )) کلمې ډېر ژور مفهوم لرى . […]
دیني اند بیا ژواکي (( د دیني تفکر احیاء))
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د یني اند بياژواکي ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ( انفال/۲۴)= مؤمنانو! د خداى او پېغمبر بلنه ومنئ، چې كله مو د ژوند بښونكي څيز لوري ته رابولي .)) د خبرو موضوع “د دیني اندنې بیا ژواکي- احیا” ده . ممکن ذهنونو ته راشي،چې دا […]
تقوا
تقوا بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ((أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (توبه/109)= او ايا هغه غوره دى،چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې پر الهي تقوى او د هغه د خوښۍ لپاره ايښى وي،که هغه […]