تبلیغات

غیبت څه ته وايي؟ *غيبت دې ته وايي،چې که د يو چا په نه شتون کې يې په باب داسې څه ووايې،چې خلک ترې خبر نه وي او هغه انسان يې په اورېدو خپه شي .[1] نو مخامخ نيوکه يا هغه نیمګړتیا،چې خلک ترې خبر وي او اورېدونکى پرې خپه نشي،غيبت نه دى . د […]

غیبت څه ته وايي؟

*غيبت دې ته وايي،چې که د يو چا په نه شتون کې يې په باب داسې څه ووايې،چې خلک ترې خبر نه وي او هغه انسان يې په اورېدو خپه شي .[1]

نو مخامخ نيوکه يا هغه نیمګړتیا،چې خلک ترې خبر وي او اورېدونکى پرې خپه نشي،غيبت نه دى .

د مړي ، ژوندي ، سړي ، ښځې ، وړوکي ، ستر، خپل ، پردي ، ښوونکي ، زده کوونکي  او پلار د ټولو غيبت حرام دى او ګناه يې يو له بل سره توپير نه لري .

*د خداى رسول (ص) وويل : له مړيو لاس واخلئ، څوک چې ومړ؛نو ورپسې بد مه وياست .[2] 

غيبت د روايتونو په رڼا کې

امام صادق (رح) وويل : غيبت کوونکى که توبه وکړي؛نو وروستى تن به وي،چې جنت ته  ننوځي او که توبه و نه کړي؛نو لومړى تن به وي،چې دوزخ  ته ننوځي .[3]

امام رضا (رح) له امام سجاد څخه روايت کړى دى : يوعالم وايي: که چا د مسلمان له غيبته ځان وساته ؛نوخداى به يې د قيامت پر ورځ له ګناهونو تېرشي [4].

پېغمبر اکرم (ص) : ترڅلوېښت ورځو پورې د غيبت کوونکي لمونځ او روژه نه قبلېږي [5].

پېغمبر اکرم (ص) وايي : د قيامت پرورځ ،چې ځينو ته کړنلکيونه ورکړ شي؛نو وبه وايي : ولې پکې زموږ ښه کړه نه دي ‏کښل شوي؛نو ورته به وويل شي : خداى نه څه کم کړي او نه هېر کړي؛بلکې ستاسى ښه چارې د غيبت له امله له منځه تللي دي او په مقابل کې داسې کسان هم شته، چې کله خپل کړنليک وويني،چې پکې ډېرزياتې ښې چارې ليکل شوي ؛نو خيال به وکړي،چې دا يې  کړنليک نه دى؛نو ورته به وويل شي:  چا چې دې غيبت کړى و،ښه کړنې يې ستاپه کړنليک کې ليکل شوي دي[6] .

د خداى رسول (ص) مکې ته په خپل وروستي سفرکى وويل : ستاسې وينه ، مال او پت محترم دى؛لکه څنګه چې دا د  “ذي الحجې” میاشت ده  او دا د حج ورځې محترمې ‏دي[7] .

په روايتونوکې د غيبت کوونکي نوم د هغه چا تر څنګ راغلى،چې تل شراب څښي[8].

په روايتونو کې راغلي : هغوى چې د نوروغيبت راسپړي ؛نو خداى به يې عيبونه ښکاره کړي[9] .

پېغمبر اکرم (ص)  وايي : دغيبت  کوونکي روژه باطله ده[10] .

پېغمبراکرم (ص) وايي :  يو درهمه ربا تر ٣٦ زناګانو ‏بده ده او تر ټولو بده اوستره ربا د مسلمان له پت سره معامله ده[11] .

په حديث کې راغلي : په جومات کې د لمانځه لپاره د ناستې انتظار عبادت دى ؛خو چې غيبت پکې ونشي [12].

د غيبت جبرانول

*که په چا پسې مو‏غيبت کړى وي او مړشوى وي ؛نو بايد له خداىه بښنه وغواړو،چې البته خداى توبه منونکى دى؛خو که په هغه پسې چې  غيبت مو کړى که ورته ووایو،چې ستا غیبت مو کړی ؛نو خپه به شي . ځينې عالمان وايي،چې بايد ورته و نه ويل شي،چې ‏غيبت مو درپسې کړى ؛بلکې خداى ته بايد توبه وايستل شي او که د غيبت اورېدونکى پېژنئ ؛نو په چا پسې،چې موغيبت کړى؛نو د هغه د سپکاوي د جبران لپاره يې ښه ووايو او که داسې ول،چې که پوهېدئ،چې درڅخه نه خپه کېږي ؛په خپله ترې بښنه وغواړئ .

شيخ طوسي د تجرید په شرح کې د پېغمبراکرم د يو حديث په رڼا کې وايي : که په هغه پسې،چې غيبت کېږي،خپل غيبت واوري ؛نو د جبران لپاره بايد ورشو او ترې رسماً بښنه وغواړو؛خو که يې خپل غيبت نه وي اورېدلى؛نو چې کله هغه رايادېږى بايد ورته استغفار وشي[13] .

غيبت په کومو ځايونو کې جايز دى

١_  د مشورې په مقام ‏کې؛يعنې که چا د يو بل کس په اړه ‏مشوره وغوښته ؛نو موږ کړاى شو مشوره غوښتونکي ته د هغه کس نېمګړتیاوې ووایو،چې په اړه یې مشوره کېږي‏ .

٢_  د باطلې ګروهې ‏د لارويانو غيبونه ويلاى شو، چې خلک ورپسې ولاړ ‏ نشي .

٣—په نياوتون-محکمه کې د يو مجرم پر خلاف د لېینې – ګواهى پر مهال که غيبت وشي؛لکه څنګه چې د باطلې ګروهې ‏ د رد لپاره خلکو ته بايد حقيقت وويل شي .

٤_  د  داسې لېينې د رد لپاره،چې د ډاډ ‏ وړنه وي .

٥_  د ظالم د ظلم بيانول،چې د چا مظلوميت پکې جوتېږي .

٦—څوک چې ښکاره ګناه کوي؛نوغيبت نه لري .

٧_  څوک چې د دروغو ادعا کوي؛د ساري په ډول وايي : زه عالم يم، ډاکتر يم او موږ پوهېږو ،چې هغه ددې ځانګړنو وړ نه دی ؛نو خلک پوه کړ، چې هغه ددې ځانګړنو وړ نه دی .

د غيبت خطرونه

په غيبت کولو نورې ګناوې هم پټې دي لکه :

١—د فحشاء خپرول ؛د خلکو د بديو خپرول دومره خطرناک دي،چې نه يوازې خپرول يې؛بلکې له خپرولو سره یې مينه هم ډېر دردونکى عذاب لري .

((إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ(نور/۱۹)=په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ خپرول خوښوي (؛نو) ورته په دنيا او اخرت كې دردناك عذاب دى او خداى پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ. ))

٢_  د مؤمن سپکاوى او خوارول .

٣ خبره خوله په خوله کول .

٤—جنګ اوفتنه اچونه .

٥—ظلم او نورې ګناهګانې …

د غيبت ډولونه

غيبت کله په ژبه،اشاره ،ليکنه ، عکس ،شکل ، انځور او د چوپتيا په بڼه وي ؛مثلاً وايي : افسوس،چې دين مې ژبه ‏نيولې او په دې ټکي ټولو ته وايي،چې پلانی څومره عيبونه لري او يا د الحمدالله په ويلو ،چې ښه ده موږ پکې راګېر نشو؛نو ښايي پلانى راګېرشوى دى . کله د خپل عيب په ويلو د بل عيب بيانوي، د ساري په ډول وايي : انسان  کمزوری ‏دى ، موږ ټول بې صبره يو ؛يعنې هغه کمزورى او بې صبره دى . کله د غيبت په اورېدو ‏وايي : سبحان الله ، الله اکبر! اوپه دې سپېڅليو ټکيوغيبت کوونکى غيبت ته راهڅوي اوکله په ژبه وايي : غيبت مه کوئ ؛خو زړه يې غواړي،چې غيبت واوري،چې دا نفاق دى .

د غيبت اغېزې

*الف : ټولنيزې اواخلاقي اغېزې .

١_  د کينې راپيدا کېدل،د ډاډ ‏له منځه تلل او په خلکو کې د فتنې او اړپېچ رامنځ ته کېدل او له ټولنې د ګټورو وګړيو ګوښه کول .

٢—د ګناه لپاره نوره زړورتیا ‏پيدا کېدل ؛ځکه همداچې انسان پوه شو خلک يې له ګناه اوعيبه خبر شول،بې عزته شو ؛ نو‏‏سترګې يې نورې هم شلېږي او ګناه کولو ته لا ډاډه کېږي او توبه ‏يې له ذهنه وځي .

٣_  د خلکو دعيب خپرول ټولنه نوره هم ککړوي او ګناه ته د خلکو زړورتیا ‏نوره هم زياتوي .

٤_  د غچ اخستنې ننګېرنه – احساس راپاروي؛ځکه همدا چې يو چا واورېدل پلاني يې غيبت کړى ؛نو دى يې ‏هم ‏غيبت ته ملا تړي .

په بله وينا : ‏نننى غيبت مو ددې لاملېږي،چې خلک زموږ غيبت وکړي . ((لاتغتب فتغتب)) او څوک چې بل ته څاه کني خپله به پکې لوېږي [14].

رحمان بابا وايي:

کوهـــــى مــــه کــــنه دبـــل چــاپـه لارکې

که نه ستا به دکوهې په لارکې لارشــي

*ب : اخروي اغېزې  :

١—غيبت کول د انسان ښې کړنې له منځه وړي[15] .

٢_   غيبت کول د عبادتونو د قبلېدو مخه نيسي .

٣_  غيبت کول انسان د الهي ولايت له کړۍ باسي او د نورو په کړيو کې يې دروي[16] .

د غيبت جرړې

١_  کله غيبت له غوسې راولاړېږي،په ځينوآسماني کتابونو کې راغلي : که د غوسې پرمهال دې زه یاد کړم؛نو زه به دې هم د غوسې پر مهال یاد کړم او ‏ درباندې به غوسه نشم[17] .

٢_  کله له نورو سره د همغږۍ لپاره غيبت کوو،ګورو چې نورهم د چا غيبت کوي؛نو داچې ځان ورسره همغږى کړو،په غيبت لاس پورې کوو؛خو خبر نه يو،چې د خداى پر عذاب ککړ شوي يو،د خلکو خوښۍ  ته خداى له ځانه خپه کوو،چې دا خورا ستر تاوان دى .

٣_  کله ځينې ځکه غيبت کوي ،چې ځان ستر او غوره وښيي؛ يعنې نور خرابوي،چې ځان ستر کړي،چې دې انسان هم ډېر ستر تاوان کړى دى .

٤_  کله پر نورو د ملنډو لپاره غيبت کېږي . خبر نه دي،چې په هغه پسې،چې غيبت کوي، ددې خلکو په سترګوکې به يې سپک کړي ؛خو له خداى سره يې درون کړى دى .

٥—کله دحيرانتيا په ښکاره کولو غيبت کوي؛ لکه وايي : زه ؛ خو دې ته حيران يم،چې پلانى له دې ټولې پوهې ‏سره څنګه داسې شو،حال داچې هغه دى حيران شي ،چې څنګه يې په دې ټکيوخپل ټول کړه وړه تس نس ‏کړل .

٦_  کله غيبت له کينې راولاړېږي  .

٧_  کله د ساتېرۍ لپاره د نوروغيبت کوي .

٨_  کله د زړه سوي له مخې غيبت کوي،وايي : پر پلاني مې ډېر زړه ‏سوځي،چې په پلانۍ معامله کې راګېرشوى دى .

٩_  کله له خپلې نيمګړتيا د خلاصون لپاره خپله نيمګړتيا پر نورو اچوي اوغيبت کوي .

البته نور عوامل هم دغيبت لامل ګرځي؛خوموږ پورته لاملونه ‏بېلګې ته راوړل .

د غيبت اورېدل

*د اورېدونکي دنده ده،چې غيبت ته ‏غوږ کېنږدي او له مؤمنه دفاع وکړي . په حديث کې وايو : څوک چې غيبت واوري او چوپ پاتې شي؛نو له غيبت کوونکي سره په جرم کې شريک دى [18].

*پېغمبر اکرم(ص)  وويل : چا چې غيبت واورېد اوهغه يې رد کړ؛ نو خداى به ورته د دنيا اوآخرت زر د شر ورونه وتړي ؛خو که وايې ورېد او غلى پاتې شو؛نوله ويونکي سره په جرم کې شريک دى[19] .

*په هغه پسې،چې غيبت يې کېږي،که ترې دفاع کړاى شئ او دفاع يې و نه کړه؛نو خداى به يې په دنيا اواخرت کې ذليل کړي ؛ځکه داسې چوپتيا به ددې لامل شي،چې په ټولنه کې ګټورخلک ګوښه‏ شي اوڅوک ترې دفاع و نه کړي .

*پېغمبر اکرم (ص) : که په يوه ناسته ‏کې غيبت کېږي؛نو بايد هغوى له دې عمله  منع کړﺉ ‏او له ناستې ‏ووځئ [20].

*د اسراء دسورت په ٣٦آيت کې راغلي : د قيامت پر وروځ به غوږونه سترګې او زړه وپوښتل شي؛نوموږ د هر ډول خبرې د اورېدوحق نه لرو.

*په يو روايت کې غيبت کول کفر او اورېدل او پرې خوښېدل  شرک ګڼل شوى دى[21] .

د غيبت د نه کولو لارې

١_  د غيبت منفي اغېزو او خطرونو ته پام ( چې په تېرو مخونو کې وويل شو )

٢_  د خپل عيب رايادول . حضرت علي وايي : څنګه د خلکو عيب وايئ حال داچې په خپله هم هماغه عيب لرئ[22] .

په روايتونو کې راغلي : ‏ ‏نېکمرغه انسان هغه دى،چې پرخپل عيب بوخت وي ( د ‏ځان سمونې په فکر کې و ي او د خلکو په عيب پورې کار و نه لري[23] .

يادونې

١_  غيبت يوازې د قرآن په دې سورت کې نه دى اوڅار- مطرح شوى ؛بلکې په نوروآيتونو کې هم راغلی دی .

((وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ[24]=افسوس دې وې پر هر بد ژبي عيب لټوونكى ( پېغور ورکوونکى)!  ))

((لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ[25]= خداى دا نه خوښوي، چې څوك په ښكاره بد ويلو خوله پرانځي. ))

٢_  په غيبت کې قصد او نيت بايد عيب رابرسېرول وي؛خوکه د نورو عيب رابرسېرول د نورو د سمونې لپاره وي ؛نو باک ‏نه لري که څه د هغه چاعيب چې وويل کېږي که خوښ هم نه وي ؛ نو باک نه لري ؛لکه که ډاکتر ته د يو نارو غ ځانګړنې وويل شي؛نو پروا نه لري،ان که ناورغ خوښ هم نه وي .

٣_  په غيبت کې بايد شخص معلوم ‏وي ؛ د ساري په ډول : که ووايې : ځينې داسې دي او هغسې دي،که څوک د((  ځينې )) له مصداقه خبرنه وي؛نو پروا نه لري .

٤—کله ورته غيبت نه ويل کېږي؛خو د سپکاوي او فحشا د خپرونې په بڼه‏ خبرې منع دي .

 

[1]  ( وسائل ۸/٦٠٠- ٦٠٤)

[2] ( نهج الفصاحه ، ٢٦٤ حديث )

[3] ( مستدرک ۹/١١٧‏)

[4] ( بحار۷۲/ ٢٥٦)

[5] ( بحار۷۳/ ٢٥٨‏)

[6]  ( بحار۷۲/ ٢٥٩)

[7] ( شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد ۹/٦٢‏)

[8] ( بحار۷۲/٢٦٠)

[9] (محجة البيضاء ، ٥مخ)

[10] (محجة البيضاء۵/٢٥٤)

[11]  (بحار۷۲/ ٢٢٣‏)

[12] ( کافي ۲/٣٥٧مخ )

[13] ( وسايل ۸/٦٠٥‏)

[14] (بحار۷۲/٢٤٩)

[15] (بحار۷۵/٢٥٧)

[16] ( کافي ۲/٣٥٨‏ )

[17] (محجة البیضا۵/ ٢٦٥ )

[18] ( غررالحکم )

[19]  (وسايل ۸/٦٠٧ ‏)

[20] ( کنزالمعال ۲/٨٠‏)

[21]  ( بحار۷۲/ ٢٢٦)

[22] ( نهج البلاغه ،۱۴۰ خطبه)

[23] ( بحار۱/ ١٩١‏)

[24] (همزه/۱)

[25] (نساء/۱۴۸)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست