تبلیغات

تقوا بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ((أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (توبه/109)= او ايا هغه غوره دى،چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې پر الهي تقوى او د هغه د خوښۍ لپاره ايښى وي،که هغه […]

تقوا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

((أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (توبه/109)= او ايا هغه غوره دى،چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې پر الهي تقوى او د هغه د خوښۍ لپاره ايښى وي،که هغه چې خپله ودانۍ يې د يوه پاڼ پرغاړه جوړه كړې وي،چې ورسره يوځاى په جهنم كې وغورځېږي ؟ او خداى ظالمانو ته سمه لار نه ښيي .))

د “تقوا” لغت

تقوا يوه عامه ديني اصطلاح ده،چې قرآن کريم په اسمي او فعلي بڼه زياته راغلې ده .تقريبا هومره،چې د “ايمان” او “عمل” نوم راوړل شوى او لمونځ او زکات راغلى او ان تر روژې يې زيات نوم راوړل شوى دى .په نهج البلاغه کې هم پر “تقوا” خورا ډډه شوې ده.په نهج البلاغه کې د “متقين” په نامه يوه اوږده خطبه هم ده او دا خطبه حضرت علي (ک) د هغه سړي په ځواب کې ويلې وه،چې د متقيانو انځور يې غوښتى و؛په پيل امام يوازې په څو غونډلو-جملو بسيا وکړه؛خو دا سړى (همام بن شريح)،چې بااستعداده و قانع نه شو او په خپله غوښتنه يې ټينګار وکړ.امام هم خوله راوسپړله او تر سلو زيات د متقيانو فکري،اخلاقي او عملي ځانګړنې يې ورته وويلې .

مراد دادى،چې دا ټکى خپور دود شوى ديني ټکى دى او په عوامو کې هم دا ټکى خورا کارېږي .

دا ټکى د “وقى” له مادې دى،چې د ساتلو،خوندېينې او نګهدارۍ په مانا دى . د “اتقاء” مانا “احتفاظ”دى؛خو تر اوسه ليدل شوي نه دي،چې په فارسي کې يې دا ټکى په “حفظ” او “نګهداري”ژباړلى وي . که په فارسي ژباړو کې دا ټکى په اسمي بڼه وکارول شي؛لکه پخپله “تقوا” او يا “متقين”،چې په “پرهېزګاري”ژباړل کېږي . د بېلګې په توګه : ((هدىً للمتقين)) داسې ژباړي : ښيون-هدايت دى پرهېزګارانو ته او که په فعلي بڼه وکارول شي؛په تېره بيا که د امر فعل وي او اړوند او “متعلق” يې هم ياد شي؛نو د وېرې او ډار په مانا دى .د بېلګې په توګه : د ((اتقوا الله )) يا ((اتقوا النار)) په ژباړه کې ويل کېږي : له خدايه وډارېږئ يا له اوره وډارېږئ .

البته تر اوسه لا چا ادعا نه ده کړې،چې “تقوا” د “پرهېز”،”وېرې” يا “ژغورنې” په مانا ده؛بلکې دا چې ليدل شوي،چې پخپله د يو څيز د ساتنې غوښتنه داده،چې له يو څه پرهېز وشي او پرېښوول شي، همداراز غالباً ساتنه او د نفس ساتنه له هغو چارو د وېرې ملازمې چارې دي؛داسې انګېرل شوي،چې دا ماده مجازاً په ځينو ځايو کې د پرهېز او په ځينو ځايو کې د وېرې او ډار په مانا کارول شوې ده .

البته هېڅ خنډ هم نشته،چې دا ټکى مجازاً د پرهېز او د وېرې په مانا وکارول شي؛خو بلخوا موجب او دليل هم نشته،چې تاييد کړي،چې له دې ټکي مراد يوه مجازي مانا ده؛د بېلګې په توګه پرهېز يا وېره وي . څه دليل شته،چې ووايو د ((اتقوا الله)) مانا داده،چې له خدايه وډارېږئ او د ((اتقوا النار)) مانا داده،چې له اوره وډار شئ؟؛بلکې ددې ډول غونډلو مانا داده،چې ځانونه د اور له خطره وژغورئ او يا ځان د الهي کړاوو له خطره وژغورئ؛نو پر دې بنسټ د “تقو” د ټکي سمه مانا “ځان ساتنه=ځان ژغورنه” ده،چې هماغه د نفس ساتنه  ده او متقين؛يعنې ځان ساتي .

“راغب” د قرآن د مفرداتو په کتاب کې وايي : وقایه، د یو څیز ساتنه ده،له هر څیزه چې ورته زیان رسوي او تقوا؛یعنې له هغه څه نفس په وقایه کې کول، چې ترې وېره کېږي، د مطلب څېړنه دا ده،چې موږ کله د سبب په اړه د مسبب او د مسبب په اړه د سبب د ټکي د کارونې د قاعدې له مخې، وېره د تقوا پر ځای او تقوا د وېرې پر ځای کاروو. تقوا په شرع کې؛یعنې څه چې انسان ګناه ته راکاږي؛نو ترې د نفس ساتنه ده،چې محرمات او ممنوعات پرېږدي .

راغب په څرګنده وايي : تقوا؛یعنې ځان خوندي ساتل او وايي،چې د وېرې پر ځای د تقوا د ویی – کلمې کارول مجاز دي او البته نه یې څرګندوي،چې د(( اتقوا الله)) په مثال کې موخه مجازي مانا ده او لکه چې مې وویل : دلیل نشته،چې تایید کړي په دا شان غونډلو- جملو کې مجازي کارول شوې وي .

څه چې هېښنده برېښي، ددې ویی – کلمې پارسي ژباړه (( پرهیزګاري)) ده. نه دي لیدل شوي،چې یو لغتوال دې هم مدعي شوی وي،چې دا ویې- کلمه دې په دې مانا کارول شوي وي؛لکه چې ومو لیدل،راغب ددې ویی- کلمې کارونه د وېرې په مانا یې نوم اخلي؛خو د پرهیز په مانا یې دا ویی- کلمه نه ده کارولې. معلومه نه ده،چې له کوم ځایه او په کوم دلیل په پارسي ژباړو، کې  دا ویی- کلمه پر پرهېزګارۍ ژباړل شوې ده؟!  ګومان کوم یوازې پارسي ژبي دي،چې له دې ویی- کلمې د پرهیز او ډډې مفهوم درک کوي . اړنګ – شک نشته،چې په عمل کې  د تقوا او د یو څیز پر وړاندې د نفس د خوندېینې- صیانت لازمه له هماغه څیزه ډډه او پرېښوول یې دي؛خو نه دا چې د تقوا مانا هماغه ډډه او پرېښوونه وي .

له خدایه وېره

دا چې له خدایه د وېرې خبره راغله،دا ټکی وایم،چې  ممکن ځینو ته دا پوښتنه رامنځ ته شي،چې له خدایه وېره څه ته وايي؟ مګر خدای وېرونکی څیز دی؟ خدای،مطلق کمال دی او خورا ارزښتمنه موضوع ده،چې انسان ورسره مینه وکړي؛نو انسان ولې له خدایه وېرېږي؟

په ځواب کې یې وایم،چې مطلب همداسې دی . د خدای ذات د وېرې او وحشت لامل نه دی؛خو دا چې وايي باید له خدایه وېرېږو؛یعنې د خدای د عدل له قانونه باید ووېرېږو. په دعا کې راغلي: (( یا من لا یرجی الا فضله او لا یخاف الا عدله )) ای هغه چې هيلمني ورته د فضل او احسان هيلمني یې ده او وېره یې د عدالت له وېرې ده.

(( جللت ان یخاف منک الا العدل و ان یرجی منک الا الاحسان و الفضل))؛یعنې ته ډېر سپېڅلى یې،چې له تا وېره وي؛ خو بې له عدالته دې او دا چې له تا بې له نېکۍ او بښنې بله هیله نشته.

عدالت هم په خپل ځای کې وېره اچوونکی نه دی،انسان،چې له عدالته وېرېږي، په حقیقت کې له ځانه وېرېږي،چې پخوا یې تېروتنه کړې او یا وېرېږي،چې په راتلونکي کې نور تېری پرې و نه کړي؛نو د خوف او رجاء په مسئله کې باید مؤمن تل هم هیلمن وي او هم په وېره کې،هم دې ښوینی – خوشبین وي او هم خپه . موخه دا ده،چې مؤمن باید تل د “اماره نفس” د سرغړاندیو او سرکښو لېوالتیاوو پر وړاندې په وېره کې وي،چې له عقل او ایمانه یې واګې وانخلي او خدای ته باید هیلمن وي او تل ترې مرسته وغواړي .

“امام سجاد” د “ابوحمزه” په دعاګانو کې وايي :

((چې تېروتنو ته مې پامېږي؛نو وېره راباندې راځي او چې لورنې ته دې وګورم؛نو هیلمنېږم .))

د تقوا مانا او حقیقت

څه چې د تقوا د ویی- کلمې په هکله وویل شول؛نو تر څه بریده ترې د اسلام له نظره د تقوا پر حقیقت او مانا پوهېدای شو؛خو اړین دي،چې په دیني او اسلامي آثارو کې د دې ویی – کلمې کارونې ته زیاته پاملرنه وشي،چې روښانه شي تقوا څه ته وايي . دلته یوه سریزه وايم.

انسان که وغواړي،چې په ژوند کې اصول ولري او له هغو اصولو پلوي وکړي،که دا اصول له دین او مذهبه اخستل شوي وي یا هم له بلې سرچینې؛نو بېزاه- ناچار دی،چې معلوم دریځ ولري او ګډوډي یې پر کارونو واکمنه نه وي . د معلوم دریځ ،د مسلکوالي، مرام او ګروهې درلودو لازمه ده،چې د یوې موخې پر لوري حرکت وکړي او  له هغو چارو ځان وساتي،چې له نږدې- اني ځاني غوښتنو سره یې همغاړی- موافق وي؛خو له ټاکلې موخې او اصولو سره یې په ټکر کې نه وي .

نو د عامې ویی – کلمې په مانا،تقوا د هر وګړي د ژوند لازمه ده،چې غواړي انسان ووسي او د عقل په حکم ژوند وکړي او له څرګندو اصولو لاروي وکړي .

ديني تقوا؛يعنې له ګناهونو ځان ساتل،دين چې ژوند ته کوم قانون وضع کړى،هماغه په پام کې نيول او له قانوني پولو نه اوړېدل او له ښکاره بديو ځان ساتل،چې همدې ته “تقوا” وايي او کېداى شي موږ دوه ډوله تقوا لرو: کمزورې  تقوا او ځواکمنه تقوا .

لومړی ډول : داچې انسان ځان د ګناه له چټلیو وساتي؛نو له موجباتو یې تښتي او تل ځان د ګناه له چاپېریاله لرې ساتي،داسې کس دې ته ورته دی،چې د “حفظ الصحې” لپاره هڅه کوي،د مرض او مېکروب له چاپېریاله او د رنځ د لېږد له موجباتو ځان لرې وساتي،د ساري په ډول: هڅه کوي د “نري رنځ” چاپېریال ته نږدې نشي او یا له هغو سره روغ بړ و نه کړي ،چې پردې رنځ اخته دي .

دویم ډول : پخپله اروا کې داسې حالت او قوت رامنځ ته کوي،چې ورته اروایزه او اخلاقي خوندېینه ورکوي او که فرضاً یو چاپېریال ته هم ورشي او د ګناه وسایل هم پکې وي؛نو دا حالت او اروایزه ملکه یې خوندي ساتي او ددې خنډېږي،چې پر ګناه ککړ شي؛دا هغه چا ته ورته دی،چې پر ځینو وسایلو یې په بدن کې طبي خوندېینه رامنځ ته کړې وي،چې د پلاني رنځ مېکروب پرې اغېز و نه کړي .

زموږ په وخت کې عام خلک،چې له تقوا کومه انګېرنه لري؛نو هماغه لومړی ډول یې دی . که وویل شي،چې پلانی باتقوا دی؛یعنې محتاط – احتیاط کوونکی دی،ګوټ ته شوی او ځان یې د ګناه له موجباتو لرې ساتلی دی . دا هماغه کمزورې ډول تقوا ده.

ښايي د دې انګېرنې د پیدا کېدو علت دا وي،چې له پیله یې تقوا راته “پرهیزګاري” او “ډډه کول” ژباړلې او ورو ورو له ګناه ګوښواله- ډډه د ګناه له چاپېریال او موجباتو د ګوښوالۍ پر مانا پتېيل شوی او تردې ځایه رارسېدلې،چې د تقوا ویی- کلمه په عام نظر کې د ډډې  او له ټولنې د لرېوالي مانا ورکړي . په عمومي ګړدود کې،چې کله مو دا ویی – کلمه تر غوږه شي؛نو یو ډول ځانلواله – ګوښواله، ډډه او پر شا تګ مو په نظرونو کې انځورېږي .

مخکې مې هم وویل،دا چې انسان عقلي او انساني ژوند ولري؛نو لازمه یې دا ده،چې د څرګندو اصولو تابع وي لازمه یې دا ده، له هغوچارو ډډه کول دي،چې له ځاني غوښتنو سره یې همغاړې- موافقې وي ؛خو له موخې او د ژوند له اصولو سره یې په ټکر کې نه وي . ددې ټولو لازمه دا نه ده،چې انسان دې له چاپېریال او ټولنې ډډه او ګوښوالي وکړي – خورا غوره او ستره لار – ،چې له دیني اثارو به ورته لاسوند- شاهد هم راوړم- دا ده ،چې انسان پخپله اروا کې ملکه،حالت او داسې خوندېینه رامنځ ته کړي،چې همدا حالت یې ساتندوی وي . اتفاقا په منظمو ادبیاتو کې داسې ښوونې تر سترګو کېږي،چې  تقوا هماغه لومړی ډول ښيي؛یعنې کمزوري او بېوسي .

شيخ سعدي په ګلستان کې وايي :

بدیدم عابدي در کوهساري                 قناعــت کرده از دنیا بــه غـــاري

چرا ګفتم به شره اندر نیـایی                 کـــه بــــــاری بـــند از دل بګشـايي

بګفت انجا پریرویان نغـزند                 چـو ګِـل بــسیار شد پیلان بلغزند

 

دا هماغه لومړی ډول تقوا او د نفس خوندېینه ده،چې په عین حال کې کمزوري او ناغېړي ده. دا چې انسان له ښوینده چاپېریاله لرې شي او ښوی نشي؛نو دا کوم هنر نه دی،هنر په دې کې دی،چې په ښوینده چاپېریال کې  ځان له ښويېدنې وساتې .

بابا طاهر وايي :

ز دست دیده و دل هر دو فریاد                   هر انچه دیده بـیند دل کند یاد

بسازم خنجری نیـشش ز فـولاد                   زنـم بـر دیـده تــا دل ګــردد آزاد

اړنګ – شک نشته چېرته،چې سترګې ځي،زړه هم ورپسې ځي؛خو ایا چاره دا ده،چې سترګه ړنده کړو؟ یا دا چې بله غوره لار هم شته او هغه دا چې په زړه کې داسې ځواک رامنځ ته کړو،چې سترګه ونشي کړای،زړه ځان پسې راکاږي . که داسې وي،چې له سترګې د زړه آزادۍ ته یوه توره جوړه کړو،چې نوکه یې د پولادو وي؛نو یو بله توره باید غوږ ته هم جوړه کړو؛ځکه څه چې غوږ اوري؛نو زړه یې یادوي او ذایقه او لامسه او شامه هم همداسې ده.

عملي اجبار

په اخلاقي کتابونو کې کله د یوې داسې ډلې یادونه هم کېږي،دا چې ډېرې خبرې و نه کړي یا بې ځایه یا حرامې خبرې و نه کړي؛نو په خوله کې به یې شنګېړ اچاوه،چې خبرې ونشي کړای؛یعنې ځان ته به یې عملي اجبار جوړاوه. معمولا لیدل کېږي،چې دا کړنلار د تقوا د بشپړې بېلګې په نامه یادېږي؛حال دا چې له ګناه څخه ډډې کولو ته عملي اجبار رامنځ ته کول او بیا له ګناه لرېوالی خو کوم کمال نه شمېرل کېږي . که د داسې کار توفیق مو تر لاسه کړ او له دې لارې پر ګناه ککړ نشو،البته له ګناه مو ډډه کړې؛خو نفس مو لا تر اوسه هم هماغه خامار دی؛لکه چې و. یوازې له بې وسیلې یا یې بې اوزارۍ خپه دی . هله کمال شمېرل کېږي،چې انسان بې له عملي اجباره او د کار د اوزارو پر درلودو  پر ګناه ککړ نشي. که دا شان ډډې او ګوښوالۍ کمال وګڼل شي؛نو د تقوا د ملکې راپیدا کېدو ته د سریزې بڼه درلودای شي؛ځکه د تقوا ملکه تر یو لړ منفي کړاوونو وروسته راپیدا کېږي؛خو د تقوا حقیقت غیر له دې کارونو دی . د تقوا حقیقت هماغه د پياوړې،سپېڅلې او سترې اروا درلودل دي،چې خپله د انسان ساتونکې ده. باید هڅه وشي،چې هغه مانا او حقیقت پیدا شي.

تقوا په نهج البلاغه کې

په نهج البلاغه کې د تقوا پر ویې- کلمې خورا ډډه شوې،په ټولو ځایونو کې تقوا د هماغې سپېڅلې ملکې پر مانا کارول شوې،چې په اروا کې راپیدا کېږي او ورته پياوړتيا او واک ورکوي او اماره نفس او سرکښي ننګېرنې- احساسات اېلوي .

حضرت علي (ک) وايي : د خدای تقوا د خدای دوستان تر خپل ملاتړ لاندې راولي او د الهي چاپېريال پر پولو له تېري یې ساتي او د خدای وېره یې د زړونو مل کړې،تر دې چې د شپې یې ویښ ساتي او د ورځې تږي وي؛لکه ( د روژې تنده[1]).

په دې غونډلو- جملو کې یې په ځغرده تقوا پر هماغه مانیزه او روحاني حالت مانا کړې،چې له ګناه ساتونکې ده او له خدایه وېره یې د تقوا له اثارو ویلې . له همدې ځایه پوهېدای شو،چې  تقوا د وېرې په مانا نه ده؛بلکې د تقوا له اثارو ځنې یو دا دي،چې د خدای وېره یې د زړونو مل ګرځولې ده .

په نهج البلاغه( ۱۱۶خطبه) کې وايي : (( خپله ذمه د خپل وینا په ګرو کې ږدم او د خپلې وینا د صحت ضمانت کوم . که تېر شوي عبرتونه راتلونکي شخص ته هنداره شي؛نو په شوپیاناکو- شبهه ناکو کارونو کې له غورځېدو به یې وژغوري . د خلافکارۍ او واکې ځانې غوښتنو ته په لاس ورکول هغه سرغړاندي اس ته ورته دي،چې پړی یې شلولی وي، پرې د سپور کس له لاسه یې واګې وتلې وي او په پایله کې به یې په اور کې ورګوذار کړي او د تقوا مثال  د هغو اېلو سپرلیو په شان دی،چې واګې یې پرې د سپور کس په لاس کې دي او جنت ته یې ننباسي.))

دلته په پوره څرګندونې، تقوا یې اروایز او مانیز حالت تعبیر کړی،چې موږ یې د ځان ټینګۍ – ضبط نفس او د نفس مالکیت تعبیروو. دلته په ترڅ کې ستر حقیقت بیان شوی او هغه داچې ځاني غوښتنو ته اېلېدل او سرغړاندي نفس ته د واګې د سپارنې لازمه کمزوري او بې شخصیتتوب دی . انسان په دې حالت کې د خپل کابو کونې پر وړاندې  د هغه کمزوري په شان دی،چې پر اس سپور دی او د اس واګې یې په لاس کې نه دي . د تقوا او د ځان ټینګۍ- ضبط نفس لازمه د ارادې د واک زیاتوالی او د مانیز او عقلي شخصیت درلودل دي؛لکه هغه سپور،چې پر روزل شوي اس سپور وي او پر واک ورته حکم کوي او اس یې هم مني .

هغه چې د ځاني غوښتنو،شهوت،مقام،ځانمنى،حرص او تمې پر اس سپور وي او اډانه یې همدا چارې وي؛نو واک یې له لاسه اخستل شوي او دې چارو ته سپارل شوى دى او لکه د لېونو په دې چارو پسې منډې وهي او عقل او سازښت- مصلحت پرې واکمن نه دی؛خو هغه چې موخه یې تقوا ده او د ځان ټینګۍ- ضبط نفس پر سپرلۍ سپور وي؛نو واګې یې پخپل لاس کې وي او هر خوا پرې تلای شي .

حضرت علي (ک) وايي: (( تقوا په نړۍ کې انسان ته د یو کلا او د یو ډال په شان ده او په اخرت کې به يې د جنت لار وي .[2]))

په نهج البلاغه کې دا شان تعبیرونه ډېر دي او دلته یوازې بېلګې ته وویل شول،چې د اسلام له نظره د تقوا واقعي او حقیقي مانا وپېژندل شي او جوته شي،چې څوک ددې وړ دی،چې ورته “متقي” وویل شي. جوته شوه،چې تقوا په انسان کې اروایز حالت دی،چې اروا ته د کلا ، دفاعي وسلې او اېل شوي اس بڼه لري او لنډه داچې مانیز او اروایز ځواک دی .

تقوا او آزادي

دا چې انسان د څارويتوب له ژونده راووځي او انساني ژوند ته مخه کړي؛نو بايد له معلومو اصولو لاروي وکړي چې لازمه یې داده،چې ځان د هماغه اصولو په چوکاټ کې محدود کړي او تېرى ترې و نه کړي او له کومه ځایه،چې نژدې- اني ځانې غوښتنې یې لمسوي،چې له دې پولو تېری وکړي؛نو باید “ځان ساتنه” وکړي . دې ځان ساتنې ته تقوا ویل کېږي،چې ځینې چارو ته باید شا کړي . دا باید و نه انګېرو،چې تقوا د دینوالۍ له ځانګړنو ده؛لکه لمونځ او روژه؛بلکی تقوا د انسانیت لازمه ده . که انسان غواړي له څارويتوب او ځنګلي ژونددوده راووځي؛ نو ناچار دی تقوا ولري .

نن وینو،چې ټولنیزه او سیاسي تقوا یې څرګندنه- اصطلاح کړې ده. څه چې دي،دیني تقوا،غوره والی،سپېڅلتیا او بل ډول ټینګښت لري او په حقیقت کې یوازې د دین پر بنسټ دی،چې کړای شو،ټینګه او با بنسټه  تقوا رامنځ ته کړو او پر خدای له مضبوط ایمان پرته ،بنسټیز،مضبوط  او د ډاډ وړ سټه نشو رامنځ ته کولای .

((أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ[3]= او ايا هغه غوره دى،چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې پر الهي تقوى او د هغه د خوښۍ لپاره ايښى وي،که هغه چې خپله ودانۍ يې د يوه پاڼ پرغاړه جوړه كړې وي،چې ورسره يوځاى په جهنم كې وغورځېږي ؟ او خداى ظالمانو ته سمه لار نه ښيي .))

په هر حال الهي تقوا له انسانیت سره مله ده او دا چار پخپله د ځینو څیزونو شا ته پرېښوول غواړي او له ځینو به ډډه کوې .

داچې د دیني مشرانو په ویناوو کې تقوا د ‏حصار – کلا او “حصن” په مانا تعبیر شوې،ممکن هغه کسان،چې د آزادۍ له نوم سره روږد دي او له ټولو هغو څیزونو تښتي،چې د محدودیت بوی ترې راځي،ښايي وانګېري،چې تقوا هم د آزادۍ له دښمنانو ځنې يوه ده او د بشر په پښو کې یو ډول  زولنې دي .

محدودیت که خوندیېنه

دا ټکى باید راوڅپړم،چې تقوا محدودیت نه؛بلکې خوندیتوب دی او محدودیت او خوندیتوب – مصونیت سره توپیر لري . که د محدودیت نوم هم پرې کېږدو؛نو هغه محدودیت دی،چې کټ مټ خوندیتوب دی .

څو مثالونه یې دا دي :  بشر کور جوړوي،خونه جوړوي  او پکې کړکۍ او دروازې هم ږدي او له کوره “ګرددېوالي” هم جوړوي . ولې دا کارونه کوي؟ دا ځکه چې د ژمي له یخنۍ او د  دوبي له ګرمۍ خوندي وي؛ ځکه دا کار کوي،چې د ژوند وسایل یې په خوندي ځای کې وي او اختیار یې یوازې له ځان سره وي . خپل ژوند محدودي او دا وسایل په ټاکلې څلوردېوالۍ کې ږدي . اوس دې ته د څه نوم ورکړو؟ ایا کور انسان ته محدودیت دی او له ازادۍ او خوندیتوب سره یې په ټکر کی دی؟ جامې همداسې دي .

انسان څپلۍ پر پښو کوي،خولۍ او جامې اغوندي،چې البته پر همدې جامو او څپلیو د یخنۍ او ګرمۍ مخه نیسي او د خپل پاکوالي پام هم ساتي، اوس دې ته د څه نوم ورکړو؟

ایا پردې ټولو د زندان نوم ایښوولای شو او خواشیني شو،چې پښې په څپلیو کې،سر په خولۍ او تن په جامو کې زنداني شوي،چې ترې د آزادۍ په هیله کې دي؟ ایا ویلای شو،چې کور درلودل محدودیت دی او له آزادۍ سره په ټکر کې دی؟!

تقوا هم اروا ته داسې ده؛لکه ژوند ته چې کور وي او تن ته،چې جامې وي . اتفاقا په قرآن کې تقوا پر جامو تعبیر شوې ده  :((وَلِبَاسُ التَّقْوَىَ ذَلِكَ خَيْرٌ[4]= خو د پرهېزګارۍ جامې غوره دي .))

هغه وخت پر یو څیز د محدودیت نوم ایښوولای شو،چې انسان له نېکمرغۍ بې برخې کړي؛خو څه چې له انسانه خطر لرې کوي او له ګواښونو یې خوندي ساتي؛نو دا خوندیتوب دی؛نه محدودیت او تقوا داسې یو څیز دی . د مصونیت تعبیر د حضرت علي (ک) دی،چې وايي: ((تقوا وساتئ او په تقوا ځان ته خوندېینه جوړه کړﺉ .[5]))

حضرت علي (ک) تردې لوړ تعبیرونه هم لري،چې نه یوازې تقوا، محدودیت او د آزادۍ خنډ نه ګڼي؛بلکې الهي تقوا د آزادۍ ستر علت  بولي،وايي : (( تقوا د سموالي کونجي او د قیامت د ورځې زېرمه ده، له هر قیده آزادي ده او له هرې بدمرغۍ ژغورنه ده. په تقوا انسان خپلې موخې ته رسي او له دښمنه ژغورل کېږي او خپلو هیلو ته رسي.[6]))

تقوا  په لومړۍ درجه کې نېغ په نېغه له اخلاقي او مانیز اړخه انسان ته ازادي ورکوي او د ځاني غوښتنو له بنده یې آزادوي، د حرص، تمې، حسد،شهوت او غوسې جغ یې له ورمېږه راښکته کوي؛خو په غیر مستقیم ډول په ټولنیز ژوند کې هم انسان ته آزادي وربښي. ټولنیزې بندګۍ او مریيتوب د مانیزې بندګۍ پایله ده.څوک چې د پيسو یا مقام بنده وي؛نو له ټولنیز اړخه آزاد ژوند نشي کړای؛نو دا به سمه وي،چې ووایو (( عتق من کل ملکةًٍ))؛یعنې تقوا،انسان ته هر ډول آزادي ورکوي؛نو تقوا نه یوازې محدودیت او قید نه دی؛بلکې آزادي ده.

د تقوا ساتنه

څه چې د تقوا په هکله وویل شول،چې “ساتونکی” او “خوندي چاپېريال” دی، ممکن د ځینو د پسمنۍ – غرور او غفلت لامل شي او وانګېري،چې متقي له ګناه سپین لمنی – معصوم دی او د تقوا څپڅپاندي او سټه ایستونکيو خطراتو ته پاملرنه و نه کړي؛ خو حقیقت دا دی،چې تقوا که هومره هم ستره وي؛نو پخپل ځای کې خطرونه لري . سړی په عین حال کې،چې د تقوا په  ملاتړ او حراست کې باید ژوند وکړي،خپله هم باید د تقوا ساتونکی وي او دا په څرګندنه – اصطلاح “دور” نه دی . په دې کې کوم خنډ نشته،څه چې زموږ د ساتنې وسیله وي؛نو په عین حال کې موږ هم مکلف يو،چې ویې ساتو. د هغو جامو د مثال په څېر چې ومې وایه . جامې مو له ګرمۍ او یخنۍ ساتي او انسان هم له غلو د خپلو جامو ساتونکی دی . حضرت علي (ک) دواړو ته اشاره کړې،وايي: (( تقوا وساتئ او هم ځان پرې وساتئ .))

که وپوښتل شو : تقوا زموږ ساتونکې ده که موږ باید تقوا وساتو؟

وایو : دواړه . داسې دي؛ لکه چې ووايو: باید په تقوا ځان خدای ته نژدې کړو یا له خدایه باید د تقوا لاس ته راوړنې ته مرسته وغواړو؟ وایو: دواړه؛ باید په تقوا خدای ته نژدې شو او باید له خدایه مرسته وغوښتل شي،چې د لا ډېرې تقوا لاس ته راوړنې لپاره مو بریالي کړي .

حضرت علي (ک) وايي: (( تاسې ته د الهي تقوا سپارښتنه کوم، تقوا پر اوږو مو الهي حق دی او  د هغه  حق د ثبوت علت دی،چې تاسې یې پر خدای لرئ او تقوا ته په رسېدو کې له خدایه مرسته وغواړﺉ او په تقوا خدای ته نژدې شئ .))

په هر حال هغو خطرونو ته باید پاملرنه وکړو،چې د تقوا بڼسټونه څپڅپاندوي . په دیني لارښوونو کې هم ګورو،چې  تقوا د ډېرو ګناهونو ضامنه او وثیقه پېژندل شوې؛خو د ځینو نورو ګناهونو پر وړاندې،چې خورا پياوړى اغېز او جاذبه لري، د حریم نیونې حکم ورکړ شوی دی .

د ساري په ډول : په دیني لارښوونو کې نه دي ویل شوي،چې د غلا یا شراب څښنې له وسیلې ګوښوالي حرامه ده. د ساري په ډول : که د چا په داسې ځای کې شپه وي او که وغواړي- العیاذ بالله- شراب وڅښي او هيڅ ظاهري خنډ هم نه وي؛نو هماغه ایمان او تقوا یې ضامن دی؛خو د جنسیت په مسله کې، دا چې دا ځواک د انسان په وجود کې  پياوړى اغېز او لمسونه لري؛نو دا ضمانت له تقوا لرې کړای شوی دی او حکم شوی،چې په بې عفتۍ کې ګوښوالي منع ده؛ ځکه دا هغه خطر دی،چې احیاناً دې کلا ته هم ننوځي( که څومره هم غښتلې وي) او ممکن دا کلا سوبه هم کړي .

حافظ شيرازي دې روحي حقیقت ته اشاره کړې ده.

قـوت بـازوی پرهـیز بــه خوبــان مفــــروش

که در ایـن خیل حصـاری به سواری ګیرند

په دې بیت کې تقوا او پرهیزګاري کلا ته ورته شوې؛لکه څرنګه چې د حضرت علي (ک) په وینا کې همدا ورته والى او تشبیه راغلې وه .

د تقوا ارزښت او اغېز

سره له دې،چې تقوا د بشر په اخروي ژوند کې څرګندې اغېزې لري او له ابدي پرېشانۍ د ژغورنې یوازېنۍ لار ده،د انسان په دنیوي ژوند کې هم ارزښت او خورا اغېزې لري . حضرت علي (ک) تر هر چا مخکې په خپلو ښوونو کې د تقوا پر ویې – کلمې ډډه کړې او ډېری اغېزې یې ورته ویلي دي او کله خو د تقوا ګټو ته هېښنده عمومیت ورکوي او وايي: ((  تقوا؛له هرې پرېشانۍ آزادي او له هرې بدمرغۍ ژغورنه ده .))

بیا وايي : ((تقوا؛ د زړونو د ناروغیو دوا،د بدنونو د رنځونو شفا، د ټټرونو د خرابۍ سموالى او ستاسې د نفسونو پاکوالى دی .))

حضرت علي (ک) د بشر ټول دردونه یوځای ته راټولوي او ټولو ته تقوا ګټوره ګڼي . که حق ووایو او تقوا ته یوازې منفي او د ډډې اړخ ورنه کړو او هماغسې یې وپېژنو؛لکه حضرت علي،چې پېژندلې؛نو باید منښته – اعتراف وکړو،چې تقوا د ژوند له ارکانو ځنې یو دى،( که وګړیز ژوند وي یا ټولنیز) او که داسې نه وي؛نو د ژوند بنسټ به څپڅپاندی وي .

د یو څیز ارزښت هله معلومېږي،چې ووینو بل څه یې ځای نیولای شي که نه . تقوا د ژوند له حقایقو ده؛داځکه چې بل څه یې ځای نشي نیولای، نه زور ،نه پيسې،نه قانون او بل هیڅ څيز یې هم ځای نشي نیولای .

د ډېرو قوانینو او پرله پسې بدلونونه مو له ورځېنیو بوختیاوو ځنې دي. ځانګړیو موضوعاتو ته قانون وضع کېږي؛خو بیا هم ګورو،چې موخه ترې لاس ته نه راځي. په قوانینیو کې بدلون  او زیاتوالی راولي؛خو بیا هم موخه لاس ته نه راځي. البته اړنګ – شک نشته،چې قانون هم په خپل ځای کې د ژوند له حقایقو ځنې دی . له ټولیزو الهي قوانینو،چې تېر شو،خلک یو لړ مدني قوانینو ته اړتیا لري؛خو ایا یوازې د قانون په چاپولو ټولنه سمېدلای شي؟

قانون پولې ټاکي؛نو ځواک باید پخپله په خلکو کې وي،چې ددې پولو درناوی وکړي او دا هماغه څه دي،چې د تقوا نوم یې  ورته ورکړ دی . وايي : باید د قانون درناوى وشي،دا سمه ده؛خو چې د تقوا د اصولو درناوی ونشي؛نو د قانون د درناوي خبره کړای شو.څو بېلګې یې دا دي:

نن د طلاق موضوع خورا توده ده، نه غواړم دا ادعا وکړم،چې د طلاق د زیاتېدنې پر علتونو پوهېږم او ټول به ووایم،بېشکه بېلابېل ټولنیز لاملونه پکې ښکېل دي؛خو دومره وایم،چې د طلاقونو د زیاتوالي اصلي لامل د تقوا له منځه تلل دي . که په خلکو کې تقوا لږه شوې نه وای او ښځې او سړي خپلسري شوي نه وای؛نو طلاق به دومره ډېر شوی نه وای. په پخواني ژوند کې هم نیمګړتیاوې وې او تر پخوا هرومرو په ننني کورني ژوند کې هم ستونزې ډېرې دي؛ خو پخوا به تقوا ډېری ستونزې هوارولې؛خو نن مو تقوا له لاسه ورکړې،په دې چې د ژوند وسایل هم ښه شوي؛خو له لا ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان یو. ښځو او سړیو ته په زوره د قانوني قيوداتو زیاتوالي، د محکمې په زور،د مجریه قوې په زور او د قوانینو په بدلون د طلاقونو په شمېر کې کموالی نه راځي .

نن ډېری ټولنیزې ستونزې لرو،چې اندونه یې ځان ته رامات کړي دي . تل ویل کېږي،چې ولې طلاق ډېر شوی؟ ولې وژنه او جنایت ډېر شوی؟ په توکیو کې ولې درغلۍ پیدا شوي دي؟ فحشاء ولې ډېره شوې ده؟

بېشکه د ایمان د ځواک کمزوري او د تقوا د کلا خرابېدل باید ددې مفاسدو یو مهم لامل وشمېرل شي .

هېښنده خو داده،چې ځینې تل دا “ولې؟” وايي او لیکي،بلخوا دا چې دوی خپله تقوا او ایمان نه لري؛نو پر بېلابېلو اسبابو او لاملونو ددې “ولې؟” جرړې د خلکو په ارواوو کې پوه کوي او خلک د اخلاقي ګډوډیو، د تقوا د سټو او د تقوا خوندېینې د منځه وړنې پر لوري بیايي . که ایمان نه وي او – نعوذ با الله- الهي تقوا حقیقت و نه لري؛نو ممکن یو کس ووايي،چې ولې غلا و نه کړم؟ ولې جنایت و نه کړم؟ ولې درغلي و نه کړم؟ ولې؟ ولې؟ ولې؟

تقوا او روغتیا

حضرت علي (ک) وايي :  ((تقوا مو د بدني ناروغیو شفا ده .))

ښايي وپوښتئ،تقوا چې یو اروایز او مانیز چار دی،د تن له روغتیا سره څه اړیکه لري؟البته تقوا څه درمل نه دی؛خو که تقوا نه وي؛نو ښه روغتون نشته، ښه ډاکتر نشته،ښه نرس نشته، ښه درمل نشته، که تقوا نه وي،سړی نشي کړای ان د خپل بدن روغتیا هم وساتي. متقي  انسان چې پر خپل حق او پولې قانع او خوښ دی؛نو ډاډمنه اروا،ارام ماغزه او روغ زړه لري،تل په دې اند کې نه وي،چې کوم ځای په بډه کړي او کوم ځای وخوري او کوم ځای ښويې تېر کړي، عصبې پرېشانۍ یې د معدې او کولمو پر ټپ نه اخته کوي،په شهوت کې ښنده- افراط یې کمزوری او نه  بېوسى کوي،عمر یې اوږدېږي . د بدن روغتیا او د اروا روغتیا او د ټولنې روغتیا ټول په تقوا پورې اړه لري .

دوه نور غټ مطالب مې درلودل،چې پاتې کېږي، یو یې په روڼ وینۍ او د زړه په لیدانه- بصیرت کې د تقوا اغېز دى، قرآن وايي :

((يِا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إَن تَتَّقُواْ اللّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ[7]= مؤمنانو! كه د خداى (د فرمان له  مخالفته) ووېرېږئ؛ نو د حق او باطل د بېلوالي وسيله به در په برخه كړي (ځانګړې پوهه،چې په رڼا كې به يې حق له باطله وپېژنئ) او ګناهونه به مو لرې كړي او و به مو بښي او خداى د ستر فضل او بخشش خاوند دى .))

روڼ ویني او د زړه لیدانه د تقوا له مهمو اغېزو ځنې دي او ویلی شو،چې همدې مطلب په عرفان کې “سیر و سلوک” ته باب پرانېستی دی .

د تقوا بله اغېز دا ده،چې خپل درلودونکی له کړاوونو ژغوري . قرآن وايي :

 ((يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا. وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا[8] = او څوك چې [خپل ځان] د خداى له[ عذابه ] وساتي، (خداى) هغه ته (له ستونزو) د وتو لار پيدا كوي؛او ورته له داسې ځايه روزي وركوي،چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر خداى توكل وكړي؛نو خداى ورته بس دى،په حقيقت كې خداى د خپل كار ترسره كوونكى دى، په يقين چې خداى هر څيز ته يوه اندازه ټاكلې ده.))

د تقوا دوه سترې اغېزې

تقوا دوه سترې اغېزې لري،چې یوه یې روڼ ویني او د زړه لیدانه- بصیرت ده،قرآن وايي :

 ((يِا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إَن تَتَّقُواْ اللّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ[9]= مؤمنانو! كه د خداى (د فرمان له  مخالفته) ووېرېږئ؛ نو د حق او باطل د بېلوالي وسيله به در په برخه كړي (ځانګړې پوهه چې په رڼا كې به يې حق له باطله وپېژنئ ) او ګناهونه به مو لرې كړي او و به مو بښي او خداى د ستر فضل او بخشش خاوند دى .))

بله اغېز یې د ستونزو هوارېدل دي او له کړاوونو بهر راوتل دي،قرآن وايي :

 ((يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا[10]= او څوك چې [خپل ځان] د خداى له[ عذابه ] وساتي، (خداى) هغه ته (له ستونزو) د وتو لار پيدا كوي؛))

((وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا [11]= او څوك چې [خپل ځان] د خداى له [عذابه] وساتي، [خداى] د هغه چارې اسانوي .))

تقوا او روڼ ویني

دا یوازې د قرآن یو آیت نه دی؛بلکې دا خپله په اسلام کې ښکاره سول- منطق دی . په نبوي احادیثو او د امامانو په ویناوو کې هم پر دې مطلب ډډه شوې او لکه چې مې وویل،همدې مطلب په عرفان کې “سیر و سلوک” ته باب پرانستی دی .

عارفانو د ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى[12] )) آیت پر  وروستۍ غونډلې – جملې ((وَاتَّقُواْ اللّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللّهُ= او (ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ او (په دې توګه) خداى  تاسې ته  ښوونه کوي )) منګولې لګولي دي .

رسول اکرم (ص) وايي :((له ځاني غوښتنو سره مبارزه وکړﺉ،چې زړه ته مو حکمت ننوځي .))

نبوي حدیث دی :(( خداى ته که څوک څلوېښت ورځې ځانګړې کړي؛ نو له زړه  به يې پر خولې د حکمت چينې را روانې شي.[13]))

د المیزان په تفسیر کې یې له اهلسنتو دا حدیث رانقل کړی،چې آنحضرت (ص) وايي : (( لو لا فی تکثیر فی کلاکم و تمریج فی قلوبکم لرایتم ما اری و لسمعتم ما سمع))؛یعنې که په خبرو کې مو زیاتوالی نه و او په زړه کې مو بې ځایه ګرځېدنې نه وې؛نو څه چې وینم،تاسې به هم لیدل او څه چې اورم؛نو تاسې به هم اورېدل  .

د “تمریج” کلمه د “مرج” له مادې ده او د چمن او څړ ځای پر مانا ده،چې معمولاً هر ډول څاروی ورتلای شي او پکې ګرځېدای شي. دا وايي،چې ستاسې زړه د هغه بې سر خوږي څړ ځای په شان دی،چې هر څاروی پکې ګرځېدای شي .

امام صادق (رح) وايي : ((که شیطانان د آدم د زامنو د زړونو په شاوخوا کې نه ګرځېدل؛نو دوی به د اسمان ملکوت لیدل .))

دا شان ویناوې زموږ په دیني اثارو کې ډېرې دي،چې نېغ په نېغه له ګناه څخه ځان ساتنه او پاکي د اروا په لیدانه- بصیرت او روڼ وینۍ کې اغیزمن دي او یا په غیر مستقیم ډول وايي،چې د ځاني غوښتنو اغېز او د تقوا له لاسه ورکول د اروا په توروالي او د زړه په خړپړتیا او د عقل د رڼا په مړه کېدو کې اغېز لري .

حضرت علي (ک) وايي :که څوک له یو څیز سره ښنده- مفرطه مینه پیدا کړي؛نو سترګې یې ورړندوي او زړه یې ورته ناروغوي [14].

د ځان غوراوى د عقل افت دى .[15]

هيلې د افکارو افت دى .[16]

په اسلامي معارفو کې دا یو څرګند سول دی،دا سول بیا په اسلامي ادبیاتو( که عربي او که پارسي) کې ډېر ګورو.

ادیبانو او فضلاوو مو دا حقیقت راخستی او کارولې یې دی او ویلی شو،چې د اسلامي ادبیاتو یوه ستنه پر همدې سول ایښوول شوې ده.

اوس اړین دي،چې د علمي او فلسفي سول له اړخه هم  ویينه وکړو،چې د تقوا او روڼ وینۍ ترمنځ څه اړیکه ده. تقوا،چې یو اخلاقي فضیلت دی او د انسان په کړنلار پورې اړه لري؛ دا څرنګه شونې ده،چې د انسان د عقل او اند په غونډال – دستګاه  او ورمندون- قضاوت پر ځواک اغېز ولري او ددې لامل شي،چې انسان د حکمتونو د لاس ته راوړنې جوګه شي،چې د تقوا په نه درلودو د دې حکمتونو په لاس ته راوړنه کې نه بریالی کېږي؟ زه دې مطلب ته ځانګړې پاملرنه لرم او ډېرى باور پرې نه کوي،چې دا مطلب به سم وي او یو ډول تخیل یې ګڼي او یوازې په شعري او خیالي بڼه ورته ګوري .

یاد مې دي،چې څو کاله مخکې مې د توکیزې – مادې فلسفې د یو پلوي لیکنې لوسته،چې پر همدې مطلب یې برید کړی او ملنډې یې پرې وهلې وې . لیکلي یې وو : مګر تقوا او د نفس مجاهده څه سوان او شګموښی- ریګمال دی،چې د آدم اروا به صیقل کړي او ځلا به ورکړي؟!

تقوا او عملي حکمت

دا ټکی باید په پیل کې ووایم، هغه حکمت،چې په څرګندنه- اصطلاح د تقوا زېږنده دی او هغه روڼ ویني،چې د تقوا له کبله راپیدا کېږي؛نو عملي حکمت دی؛نه نظري .

حکيمان عقل په دوو برخو ویشي :  نظري عقل او عملي عقل . البته موخه دا نه ده،چې په هر چا کې دوه عاقل ځواکونه دي؛ بلکې موخه دا ده،چې د انسان عاقله ځواک دوه ډوله  فکري محصول لري،چې له بېخه سره اړپیچ- اختلاف لري : الواکي- نظري اندونه او عملي اندونه .

دلته وخت نشته،چې پردې فلسفي ویینې خبرې وکړم او د نظري او عملي اندو توپیر ووایم؛ځکه که پردې ویینه خبرې وشي له یوې ویناوالۍ ډېر وخت ته اړتیا لري . لنډ یې وایم،چې الواکي – نظري عقل هغه دی،چې د طبیعي پوهنو بنسټ دی؛لکه ریاضي او الهي فلسفه . دا پوهنې ټول په دې کې سره ګډې دي،چې په دې پوهنو کې د عقل کار د واقعیتونو په هکله ورمندون- قضاوت دی،چې پلاني څیز داسې او پلانى هغسې دی؟ پلانۍ اغېز او پلانۍ ځانګړنه لري که نه؟ ایا پلانۍ مانا حقیقت لري که نه؟

خو عملي عقل هغه دی،چې د ژوند د پوهنو بنسټ دی،د اخلاقي اصولو بنسټ دی او د پخوانیو په وینا،د اخلاقو او د تدبیر منزل پوهه او سیاست مُدُن دی . په عملي عقل کې د ورمندون- قضاوت وړ څیز، له واقعیتونو ځنې یو واقعیت نه دی،چې ایا داسې دی که هغسې؟ د ورمندون وړ- څیز،دنده او مکلفیت دی : ایا دا کار “باید” وکړم که هغه کار؟ داسې عمل وکړم که هغسې؟ عملي عقل هماغه دی،چې د ښه او بد،حسن و قبح،باید او نه باید او د امر او منع مفهوم زېږوي . هغه لار چې انسان یې په ژوند کې ټاکي،په کاردود- د کار طریقه او عملي عقلي ورمند دود- د قضاوت طریقې  پورې یې اړه لري او نېغ په نېغه په کاردود او  د الواکي عقل په ورمند دود پورې یې اړه نه لري .

دا چې په دیني اثارو کې راغلي ،چې تقوا عقل روښانوي او انسان ته د حکمت درېڅه پرانځي- لکه څرنګه،چې پخپله لحن يې هم راښيي- ټول په عملي عقل پورې اړه لري؛یعنې د تقوا له کبله انسان خپل درد او درمل او هغه لار ښه پېژني،چې په ژوند کې یې باید وټاکي او دا په الواکي- نظري عقل پورې اړه نه لري؛یعنې موخه دا نه ده،چې تقوا په الواکي عقل کې اغېز لري او که سړی تقوا لري؛نو غوره ده،چې پر ریاضي او طبیعي درسونو پوه شي او ددې پوهنو ستونزې هوارې کړي . ان په الهي فلسفه کې هم همدا شان ده، تر کومه،چې فلسفي اړخ لري او سرو کار یې له سول او استدلال سره دی او انسان غواړي پر استدلال قدم واخلي او په اند کې سریزې اډونوي – ترتیبوي،چې پایلې ته ورسي. د ربوبي معارفو په بل ډول کې،تقوا،پاکي او هڅې اغېز لري؛خو هلته نظري عقل، فلسفه،استدلال،سول، د سریزو اوډنه او اندیز سلوک،له پایلې،سرېزې ته او له سریزې،پایلې ته نشته .موخه دا ده : دا حقیقت،چې بیان شو،چې تقوا د حکمت، لیدانې او روڼ وینۍ د زیاتوالي لامل ګرځي؛نو موخه ترې نظري مسایل او نظري عقل نه دی . ځینو ته چې ددې مطلب منل دومره ستونزمن دي،ښايي علت یې دا وي،چې دې مطلب ته یې د نظري عقل په پولو کې پراختیا ورکړې وي .

د عملي عقل پر وړاندې هم مطلب همداشان دی او ویلی شو،چې تر هر استدلال مخکې،تجربه ددې مطلب شاهده ده. واقعاً تقوا،پاکي او د اماره نفس اېلول،د عقل په روڼ وینۍ کې اغېزمن دي؛خو البته نه په دې مانا،چې عقل فی المثل د څراغ په شان دی او تقوا د دې څراغ د تېلو په شان او یا دا چې د عقل غونډال- دستګاه د روښنايۍ د مولد د کارخانې په څېر ده،چې اوسمهال دومره کیلوواټه برېښنا ورکوي او تقوا،چې راغله؛ نو دد کارخانې د برېښنا دومره کېلو واټه برېښنا به زیاته کړي .

نه! داسې نه ده؛بلکې بل شان ده، څرګندونې ته یې یوه سریزه وایم .

د عقل د دښمنانو دښمن

حضرت علي (ک) وايي : دوستان دې درې ډوله دي او دښمنان دې هم :

الف-دوستان دې : (١) دوست دې . (٢) د دوست دوست دې (٣) او د دښمن دښمن دې .

ب_دښمنان دې : (١) دښمن دې (٢) د دوست دښمن دې (٣) د دښمن دوست دې .

له دې وینا لېږد – نقل قول مې موخه دا وه،چې د د ښمن دښمن هم له دوستانو ځنې دی . داچې د دښمن دښمن ته دوست په شان لیدل کېږي؛ نو علت یې دا دی،چې  دښمن کمزوری کوي او لاسونه یې ورتړي او له دې لارې له انسان سره مرسته کوي . دا خپله یوه قاعده ده،چې د دښمن دښمن د دوست په څېر دی او سړی پیاوړی کوي .

دا قاعده په وګړیو کې  روانه ده او همداراز د انسان په حالاتو او مانیزو قواوو کې هم روانه ده . د انسان مانیز ځواکونه پر یو بل اغېز کوي او احیاناً مخالف اغېز لري او یو د بل اغېز خنثی کوي . په دې مطلب کې د نمښتې – انکار ځای نشته . د انسان په وجود کې د بېلابېلو ځواکونو ترمنځ تضاد ته څه نا څه پاملرنه شوې او دا خپله اوږد داستان لري .

په روڼ وینۍ کې د تقوا د اغېزې خوالی- راز

د ځاني غوښتنو سرکښي،تمې او له تعصب او ځېله ډکې ننګېرنې – احساسات هغه حالات او ځواکونه دي،چې د انسان په عملي عقل؛ یعنې د انسان په عملي انددود کې اغېز لري،چې د ښه او بد،خیر او شر، سم او ناسم، اړین او نا اړین، دنده  او مکلفیت او دا چې اوس څه وکړم او څه ونه کړم،اغېز لري د انسان د عملي عقل سیمه او برخه په دې دلیل،چې د انسان په عمل پورې اړه لري،هماغه د ننګېرنو ،لېوالتیاوو او شهوتونو سیمه او برخه ده. دا چارې که د اعتدال له پولې ووتې او انسان یې محکوم شو او پرې حاکم نشو؛نو د عقل پر وړاندې ودرېږي،د عقل او وجدان د غږ پر وړاندې شورماشور او چغې سورې کوي، د عقل غږ ته پرازیت کېږي او انسان نور د خپل عقل غږ نه اوري، د عقل د څراغ پر وړاندې لوغړن او دوړن حالت رامنځ ته کوي او عقل نشي کړای رڼا خپره کړي . مثال یې داسې دی،چې موږ په دې فضا کې ناست یو او خبرې کوو،اورو او وینو؛ نو راښيي،چې یو تن خبرې کوي او نور چوپ ناست دي،څراغونه رڼا ورکوي او فضا هم رڼه او پاکه ده؛خو که په همدې فضا کې که هر څوک خبرې پیل کړي او په لوړ غږ سندرې هم ووايي؛نو څرګنده ده،چې ان ویاند به هم خپل غږ وانه وري او که همدا فضا لوغړنه شي؛نو څوک به یو بل و نه ویني.

د ساري په ډول : یو ځوان زده کړیال په پام کې ونیسئ،چې له ښوونځي راستون شوی او فکر کوي،چې باید خپل لوست ووايي؛نو دې کار ته ډېر کېني او درس وايي؛ښکاره ده که په دې اړه ناغېړي وکړي؛نو پایله به یې ناکامي،ناپوه پاتې کېدل او په زرګونو نورې بدمرغۍ دي . دا یې د عقل غږ دی . ددې غږ پر وړاندې ممکن،چې د شهوت،عیاشۍ او ګرځېدنې غږ هم راپورته شي او ارام یې پرېنږدي . څرګند ده که غږونه ډېر وي؛نو دې ځوان به د خپل عقل غږ نه وي اورېدلی او د فطرت څراغ ته یې پاملرنه نه ده کړې او له ځان سره وايي،راځه چې اوس خوشحاله وسو، نورو سره به بیا ګورو.

نو داسې ځاني غوښتنې که په انسان کې وي؛نو د عقل اغېز کمرزورى او خنثی کوي او په بله وینا : دا ځاني غوښتنې د انسان له عقل سره دښمني کوي .

رسول اکرم وايي : (( ستا تر ټولو ستر دښمن ستا اماره نفس او ستا سرکښې ننګېرنې- احساسات دي،چې تر ټولو درته نږدې دي او د دوو اړخونو ترمنځ دې دي .[17]))

داچې دا دښمن تر ټولو ستر دښمن دی؛نو علت یې څرګند دی؛ځکه چې د عقل دښمن دی او عقل د انسان خورا ښه دوست دی .

رسول اکرم وايي : (( د هر چا واقعي دوست یې عقل دی .[18]))

امام صادق وايي :  ځاني غوښتنې د عقل دښمن دي .[19]

حضرت علي (ک) وايي : د عقل له کينه کښو يو (هم) د ځان غوراوى دی[20] .

حضرت علي (ک) وايي : افکار د هيلو تر څريکو لاندې دل ولېږي .[21]

پښتون شاعر وايي :

هیڅ د دښمنانو حاجت نشته دی      دا دښمني لږه ده،چې ځان لرم ]

له هر دښمنه د عقل په ځواک دفاع کړای شو.که داسې دښمن راپیدا شي،چې عقل غلا کړي؛نو دا به تر ټولو خطرناکه وي .

نو دې مطلب ته پاملرنه ضروري ده،چې د انسان مانیز حالات او ځواک له دې ،چې ځینې یې يو له بل سره تضاد لري؛نو یو پر بل مخالف اغېز کوي او تقریباً یو د بل  اغېزې خنثی کوي یا په بله وینا یو له بل سره دښمني او حسادت کوي،چې له عقل سره د ځاني غوښتنو دښمنې له دې ځنې ده.

له همدې ځایه د عقل په پیاوړتیا او د لیدانې او روڼ وینۍ په زیاتوالي کې د تقوا د مانا اغېز روښانېږي . تقوا نه سوان دی،نه شګموښی- ریګمال او نه د څراغ تیل . تقوا د عقل د دښمن دښمنه ده، د دوستانو هغه درېم ډول ،چې حضرت علي (ک) وايي :  دوستان دې : (١) دوست دې . (٢) د دوست دوست دې (٣) او د دښمن دښمن دې .

نو تقوا ځاني غوښتنې اېلوي،چې د عقل دښمنې دی او نور نه پرېږدي،چې د عقل اغېز خنثی کړي،لوغړن او دوړن حالت ورته رامنځ ته کړي، پرازیت ورته رامنځ ته کړي .

نوجوته شوه،چې تقوا د انسان په انددود او ورمنددود کې  واقعا اغېز لري؛خو د  اغېزې ډول یې دا دی،چې د دښمن له اغېزې مخنیوی کوي او له دې لارې د عقل لاس پرانځي او آزادي ورکوي : (( عتق من کل ملکة)). حکما دې ډول عاملونو ته فاعل بالعرض وايي،چې په غیر مستقیم ډول اغېز کوي . وايي : فاعل، یا بالذات دی یا بالعرض . فاعل بالذات هغه دی،چې اغېز ترې خپله نېغ په نېغ راولاړ شوی وي او فاعل بالعرض هغه دی،چې اغېز د بل څیز زېږنده وي او ددې علت کار بل څه وي، مثال یې داسې دی؛لکه خنډ یې،چې هاخوا کړی وي او همداچې خنډ هاخوا شو؛نو دا علت بله اغېز تولیدوي؛خو بشر همدا بسیا ګڼي،چې هغه اغېز د خنډ له دې منځه وړونکي علت سره هم وتړي .

که انسان په هر څیز کې اړنګ وکړي؛خو په دې کې یې نشي کړای،چې غوسه، شهوت، تمه،کینه، ځېل، تعصب،ځانمني او دا شان چارې،په ژوند کې انسان کوڼ او ړندوي .انسان د هوس پر وړاندې کوڼ او ړوند دی . ایا په دې کې اړنګ کړای شو،چې د بشر له عادي او معمولي حالاتو ځينې یو یې دا دی،چې خپل عیب نه ویني او په نورو کې یې ویني او حال دا چې خپله تر نورو ډېر پرې ککړ دی؟ د خپل عیب پر وړاندې د دې نالیدۍ علت، بې له ځانمنۍ او ځان خوښۍ بل څه کېدای شي؟ په دې کې شک شته، متقیان،چې اخلاقي هڅې کوي او پر خپلې ځانمنۍ او نورو نفساني رذایلو برلاسي دي؛نو خپل عیب او درد روښانه او غوره درک کوي؟ انسان ته تر دې بل ګټور حکمت او علم شته،چې ځان ،خپل عیب او ورته د سمونې لار وپېژني؟

که مو توفیق تر لاسه کړ،چې د تقوا پر ځواک  خپل اماره نفس اېل کړو؛نو هله به ووینو،چې څومره ښه د نېمکرغۍ لار درک کوو او څومره ښه پوهېږو او څومره روښانه وینو او څومره ښه راته عقل الهاموي . هغه وخت به پوه شو،چې دا مسایل څه دومره کړکېچن نه دي او استدلال ته هم اړتیا نه لري او خورا څرګند او روښانه دي او یوازې چغو او پرازیتونو نه پرېښودو،چې موږ د خپل عقل ښوونه واورو.

ایا هوښ- هوش غیر له عقل دی؟

لیدل کېږي،چې ځینې وګړي په علمي مسایلو کې ډېر ځیرک او ویښیار دي او تر نورو مخکې دي؛خو همدا وګړي د ژوند په مسله کې او په هغه لار کې حيران دي،چې باید ویې ټاکي .هغه وګړي،چې په پوهه کې یې ویښیارتیا تر دوی ډېره وروسته پاتې ده؛نو د ژوند ګټې په غوره او روښانه بڼه ویني؛ځکه دا اند رامنځ ته شوی،چې په انسان کې دوه څیزونه دي : یو ویښیارتیا او بل عقل،ځینې باهوشه دي او ځینې باعقله دي .

خو حقیقت دا دی،چې موږ د ویښیارتیا او عقل په نامه دوه ځواکه نه لرو. ویښیار وګړي،چې په پوهنیزو مسایلو کې حیران دي؛نوعلت یې هماغه دی،چې وویل شو: د عقل د دښمنانو د سرکښۍ له امله یې د عقل اغېزه خنثی شوې او پرازیتونه یې نه پرېږدي،چې د خپل عقل خبره واوري . د داسې وګړیو د وجود پرازیتونه ډېر دي؛نه دا چې عقل يې لږ دى .

د خبرو په پیل کې مې وویل : څه چې په الواکي عقل پورې اړه لري؛نو تقوا،اخلاقي هڅه- مجاهده او د اروا پاکوالی پکې څه اغېز نه لري . ان الهي فلسفه هم په دې اخلاقي مانا پورې اړه نه لري او دې ته مې اشاره وکړه،چې په عین حال کې تقوا او اخلاقي هڅه ده پر بل ډول د الهي معارفو په لاس ته راوړنه کې اغېزمنه ده. دا مطلب خپلواکې ویینې ته اړتیا لري .

له پخوا راهیسې هوښیاران دې ټکي ته رسېدلي،چې په انسان کې پر ټولو عقلاني او ادراکي ځواکونو سربېره یو بل پټ حس هم شته،چې پرې د الهام اخستنې د حس نوم ایښوولای شو. نننۍ پوهې هم ورو ورو دا نظر تایيدوي او وايي،چې په انسان کې یو اصیل حس دی،چې تر هر ځواک او حس خپلواک دی . دا حس هم لږ و ډېر په ټولو وګړیو کې د اړپېچ، کمزورۍ او شدت په بڼه شته او د انسان د نورو حسونو په څېر د ودې او روزنې وړ دی .اوس باید ولیدل شي،چې په انسان کې څه څیز دې حس ته وده ورکوي او روزي یې؟

تقوا،پاکوالی،اخلاقي هڅې او له ځاني غوښتونو سره مبارزه دې حس ته وده ورکوي . د دین د سول – منطق له مخې، دا نانټی – غیر قابل انکار چار دی .

حضرت علي (ک) وايي :  (( عقل ځان ویښ کړی او اماره نفس یې وژلی دی، تر دې،چې د هڅې اغېز یې پر بدن ښکاره شوى او هډوکي ورته نازک کړي او د وجود پنډوالى یې ورته نرم کړى دی . په دې وخت کې پرې سخته برېښنا راځي او لار ورته ښيي او تل له دې وره هغې ته او له دې پړاوه يې هغه بل ته خوځوي،چې داسې ځای ته رسي،چې د مطلقې روغتيا  ور دی .[22]))

((يَهْدِي بِهِ اللّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلاَمِ وَيُخْرِجُهُم مِّنِ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ[23]= او خداى د هغه په بركت هغو خلكو ته د سلامتيا لارې ښيي، چې په رضا پسې يې ځي او په خپل امر هغوى له تيارو رڼا ته راباسي او سمه لار ورښيي.))

تقوا او د ننګېرنو- احساساتو تلطیف

تقوا او پاکوالی په بله برخه کې هم اغېز لري او هغه د عواطفو او ننګېرنو- احساساتو برخه ده،چې ننګېرنې لطیف او نرموي . متقي وګړي چې له چټلیو، ناوړه کارونو، ریا اوغوړه مالۍ یې ځان لرې ساتلى وي او خپل وجدان یې پاک ساتلی وي،خپل پت،برم او ازادي یې خوندي ساتلې او پام یې مانا ته و؛نه مادې ته؛نو ننګېرنې- احساسات یې له هغه سره توپیر لري،چې د فحشاوو،مادیاتو او ناوړه کارونو په ډنډ کې ډوب وي او مسلماً ننګېرنې یې سترې او خورا نازکې او خورا لطیفې دي او د مانیزو ښکلاوو پر وړاندې یې اغېزتیا ډېره ده، نړۍ بل شان او پر بله ښکلا ویني او هغه عقلي ښکلا ښه حسوي،چې په نړۍ کې ده .

کله دا مسله هم راوړاندې کېږي،چې ولې د پخوا په څېر شاعران نه پیدا کېږي؟ هغه لطف او نرمي،چې د شيخ سعدي او حافظ شيرازي په ویناوو کې وه؛نن نه پیدا کېږي؟ حال داچې هر څه پرمختګ کړی دی، پوهه مخکې تللې او اندونو پرمختګ کړی او نړۍ له هر اړخه پرمختګ کړی دی .

که پر معاصرو شاعرانو بده و نه لګي؛نو ګروهن یم،چې ددې چار علت یو څیز دی او هغه دا چې له طبیعي ذوق او پر اندیزې زېږند واک سربېره په وجدان کې نرمي،لطافت او حساسیت هم اړین دی،چې دا هله پیدا کېږي،چې څوک تقوا او مانیزتوب ته ډېره پاملرنه وکړي او د غوسې او شهوت بنده نه وي او آزادي ولري .

سرچینه : لس وېناوې، استاد مطهري

 

[1] . وګ :نهج البلاغه /۱۱۲ خطبه

[2] . وګ : نهج البلاغه/۱۸۹ خطبه.

[3] (توبه/۱۰۹)

[4] (اعراف/۲۶)

[5] . وګ: نهج البلاغه/ ۱۸۹ خطبه .

[6] . وګ :نهج البلاغه/ ۲۲۸ خطبه .

[7] (انفال/۲۹)

[8] (طلاق/۲،۳)

[9] (انفال/۲۹)

[10] ( طلاق/۲)

[11] (طلاق/۴)

[12]  (بقره/۲۸۲)

[13] . وګ : ( کافی۲/ ۱۶، عیون اخبار الرضا ۲۵۸ مخ)

[14] . (نهج البلاغه ۱۰۷ خطبه)

[15] . ( نهج البلاغه ۲۱۲ حکمت)

[16] . ( نهج البلاغه ۲۱۹ حکمت)

[17] . وګ : بحار الانوار ۷۰/ ۶۴ .

[18] . وګ : بحار الانوار ۱ / ۸۷ .

[19] . وګ : مصباح الشریعه ۳۸/ ۲۳۳ .

[20] . وګ :(نهج البلاغه ۲۱۲ حکمت)

[21] . وګ :نهج البلاغه ۲۱۹ حکمت.

[22] . وګ : ( نهج البلاغه ۲۱۸ خطبه)

[23] (مایده/۱۶)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!