تبلیغات

د ژوند او یون مرحلې ژوند څه شی دی ځېر شه ورته ژوند په ابتداء یوه نقطه ده ښکته پورته واړه کاینات یې دایره ده   دا نقطه د داسې یو نقطې نه عبارت ده پر د عقل سوځي ورته دومره په رفعت ده   نه څه تعین او نه یې حد نه اندازه شته […]

د ژوند او یون مرحلې

ژوند څه شی دی

ځېر شه ورته ژوند په ابتداء یوه نقطه ده

ښکته پورته واړه کاینات یې دایره ده

 

دا نقطه د داسې یو نقطې نه عبارت ده

پر د عقل سوځي ورته دومره په رفعت ده

 

نه څه تعین او نه یې حد نه اندازه شته

بس په دې نقطه کې و هغې ته دروازه شته

 

وکړو تنزل یې په صورت کې د نقطې شوه

پټ پکې اجزاء وو په صورت کې د کليي شوه

 

دې چې حرکت وکړو پیدا ترې دایره شوه

خپله په یو شان وه نه خو لویه نه وړه شوه

 

ګوره چې سکروټه شي بسته په یوه تار کې

بیا په چورلېدو سره هغه شي په رفتار کې

 

ګېر چاپېر یې ګوره چې پیدا ترې دایره وي

نه وي نور څه دا هغه سکروټه وي نقطه وي

 

وه په حرکت کې همېشه، توانايي وه

دې نه عبارت وه که تیاره که روښنايي وه

 

کاڼي دي که بوټي مظاهر د ژوندانه دي

ژوند په کې برښنا کوي که سپک دي که درانه دي

 

ژوند خو د مطلق وجود نامه ده نور څه نه دي

چرته چې وجود نه وي نو وایه هلته څه دي؟

 

بلکې “هلته” ” دلته”  مراتب د یو وجود دي

بې د یو وجود نه کاینات همه مفقود دي

 

نه چې وي اشیاوو کې وجود، همه نابود دي

ژوند شته په جمادو کې هم ځکه چې موجود دي

 

عقل دې که فکر دی که مینه که ښکلا ده

ژوند دې چې څرګنده په هر څیز کې یې رڼا ده

 

جسم دې که نوعه او که جنس دی که جوهر دی

ذات یې دغه ژوند دی چې دننه هم بهر دی

 

دغه ژوند خو دی عین وجود که ورته ځېر شې

ډېر څه به د راز د ژوندانه ځنې خبر شې

 

ژوند دی نور څه نه دي الیکټران او که پروټان دي

یا که نیوټران دي که نبات او که حیوان دي

 

هر څه چې محسوس دي دغه ژوند ورله علت دی

دي چې نا محسوس دهغو هم دا کیفیت دی

 

جوړ دي ترګیسونه چرته څه او چرته څه دي

چرته ترې اجرام دي راپیدا، چرته اوبه دي

 

ژوند د عناصرو اتصال نه انفصال دی

ژوند یې متصل او منفعل کړي چې فعال دی

 

ژوند چې هر یو شی دی نو هر شی یوه “انا”  ده

مرګ چې ورته وايي تبدیلي ده نه فنا ده

 

ژوند په جماداتو کې چې ځېر کړي جمادي دی

ژوند په نباتاتو کې چې ګورې نباتي دی

 

ژوند چې د حیوان دی، حیواني او شعوري دی

ژوند چې د انسان وجود اختیار کړي نو عقلي دی

 

ژوند په خپل وجود کې په خپل ځان باندې موقوف دی

ژوند په حقیقت کې هم صفت دی هم موصوف دی

 

علم دی که سمع، که بصر، که ارادت دی

بیا ورپسی وګوره قدرت دی هم حکمت دی

 

دا همه راجمع دي یوه ذات وته بېشکه

دې باندې باید چې د یقین غوټه وي کلکه

 

چرې که په ذات باندې زاید وي صفتونه

بیا به ثابت شوي وی په ذات کې کثرتونه

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست