تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ[1] د تاريخ د فلسفې يو آر – اصل دى ،چې وایې  (( تېر د راتلونکي په جوړولو کې ستره ونډه لري ))؛نو ددې  آر  له مخې  اوس وينو، چې د مستضعيفنو نړيواله مرکزي هډه به چيرته وي؟ اړنګ- شک نشته ،چې د نړيوال (( […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ[1]

د تاريخ د فلسفې يو آر – اصل دى ،چې وایې  (( تېر د راتلونکي په جوړولو کې ستره ونډه لري ))؛نو ددې  آر  له مخې  اوس وينو، چې د مستضعيفنو نړيواله مرکزي هډه به چيرته وي؟

اړنګ- شک نشته ،چې د نړيوال (( مرکزيت = سنتراليزم )) اندنه – مفکوره له زرګونو کلونو راهیسۍ لرغونى ده او د نړيوال مرکزيت فکر له (( فطرت )) څخه راولاړ شوى  او څرنگه،چې دا اندنه فطري اصالت لري او د خلقت له ناموس سره يو ځاى پيدا شوى؛نوکله به چې د هر وخت او کهول مستضعفینو د نورو شعارونو په څېر دا شعار د وخت د مستکبرينو له خولې په دې نيت واوريد ،چې گنى ((نړيوال مرکزيت )) به واقعيت پيدا کړي ځانونه به یې جلادو ظالمانو ته وقف کړل،چې په دې توگه به د ((شرک )) له ((نړيوال مرکزيت )) ځنې پرگنى پرگنى ولسونه او انسانان ځارشول .

امپراتورۍ منځ ته راغلى او لويو لویو ځواکونو تمرکز پيدا کړ؛خوڅرنګه چې بنسټ یې  پر شرک ، خيانت او ذلت ولاړ و،؛نو د تل لپاره پاتې نه شوى، ويجاړې او له منځه ولاړې.

په نننې زمانه کې د ملګرو ملتونو سازمان (١) د نړۍ د گردو مستکبرينو د راټوليدو ځاى دى.د سازمان ماڼى په ميلياردنو ډالرو د مستضعيفنو له وينو څخه جوړه شوی ، چې د يو دردمند درد هم پرې نه دى دوا شوى.

دا سازمان د ټولنوالۍ- سوسيالستي ،پرګنوالۍ- کمونستى ،پانگوالۍ ،ولسپالۍ – نشنالستي سکولرستي او صيهونستي ټولو شيطاني افکارو اصلى چينه ده او د ټولو ښکاره او پټو ابليسي لاسونو مرکزي نړيواله هډه ده .

د دې سازمان اصلي ((کارگرځى )) پینځه ستر شيطانان دى ،چې پکې د ((وتو)) حق لري .

د مسکو،واشنگتن ،پيکنگ ،لندن او پاريس ماڼى ددې سازمان اداري شبکې دي .

د ملگرو ملتونوسازمان د نننې زمانې د ((حزب الشياطين ) مرکزي دفتر دى .

د تاريخ په اوږدو کې د قدرتونو د نړېوال مرکز د منځ ته راتگ لپاره زياتې هڅې شوي ،چې د ملگرو ملتونو اوسنى سازمان د تېرو وختونو د سترو شيطاني قدرتونو د زيارېیبره – محصول ده .

نو دا دى ،چې له ((مکې ))سره په سيالۍ کې څو څوځلې په بېلابېلو نومونو د(( نړيوال مرکزيت )) لپاره سازمانونه منځ ته راغلي . په يمن کې د يمن د پاچا د مصنوعي کعبې جوړول او د ابراهيم پرکعبه د ابرهه د تور لښکربريد دهمدې نيت د سر ته رسولو لپاره و.

په هر صورت د مستضعفينو د حرکت لوری د کعبى پر خوا دى ؛ځکه د کعبې لومړى ډبره د(( خلکو د پېغمبر)) په لاس ايښودل شوى او د تاريخ په اوږدو کې د خلکو((قبله )) او د ټولى نړۍ د مسلمانو پرگنيو د اعتکاف ځاى او د برابرۍ او ورورولۍ غوره بېلګه و او ده .

سبا به دټولى نړۍ مستضعفين د ابراهيم عليه السلام پرتوحيدى کعبۍ اډانه وکړي ؛دا ځکه ،چې د (( طبقاتي اروا پوهنې )) له مخې د (( ملگرو ملتونو)) د سازمان موقعيت د مستکبرينو له مزاج سره اړخ لګوي او د دې پروړاندى د (( مکې )) موقعيت د مؤمنو او ژمنو مستضعفينو له مزاج سره اړخ لگوي.

د(( ملگرو ملتونو سازمان )) د ماشيني انسانانو،صنعتي ،پانگوالۍ او توکیزو- مادي پریوتو سياستونو نړيواله هډه ده.

او دلته :

حج له ځان سره دميعاد ځاى دى .

حج د عزت ، ځواک ، پوهۍ ،آگاهې ،ايمان ،یووالي ،ګډوالۍ،جهاد،سياسي تقوى ،اوښتونیز-انقلابي صبر، قسط ،عدل ،خلافت او آزادۍ ځاى دى .

حج  د ملگرو ملتونو د سازمان پرضد د مؤمنينو واحد مرکزيت دى .

حج د مستکبرينو پرضد د مستضعيفنو نړيوال ستره غونډه ده؛ نوځکه د مستضعيفنوخداى د خلکو د نړيوال پاڅون لپاره کعبه د امن او سولى کور گرځوالى دى .

جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ

او ډېرژر به (( بيت الحرام )) د مستضعيفنو نړيواله مرکزي هډه وگرځي.

کعبه د ځمکې د عاصيانو((معبد ځای)) دی . نو ځکه به مستضعفين، هر ډول استعباد وغندي . او نور به کله هم ونه غولېږي.  او ترهغه به په مخ ځي ،چې د ټولې ځمکې  وارثين شي. برى د اسلام دى .

[1] (مایده/۹۷)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست