بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ العنکبوت سورت عنکبوت سورت په مکه کې نازل شوى او نهه شپېته (69) آيتونه لري. لیکلې پښتو ژباړه او تفسیر د قرآن د ځينو سورتونو نامې؛ لکه: بقره، نحل، نمل او فيل ددې لپاره دي، چې د دې څارويو نامې پکې راغلي دي. په بقره سورت کې د بني اسرائيلو د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
العنکبوت سورت
عنکبوت سورت په مکه کې نازل شوى او نهه شپېته (69) آيتونه لري.
لیکلې پښتو ژباړه او تفسیر
د قرآن د ځينو سورتونو نامې؛ لکه: بقره، نحل، نمل او فيل ددې لپاره دي، چې د دې څارويو نامې پکې راغلي دي.
په بقره سورت کې د بني اسرائيلو د غوا کيسه، په نحل سورت کې د شاتو د مچۍ ژوند ښوول شوى، د نمل سورت د مېږي او سليمان عليه السلام د کيسې له لامله او د فيل پر سورت ځکه دا نامه ايښوول شوې، چې پکې د ابرهه د لښکر کيسه راغلې، چې پر فيلانو سپاره ول او پر مکه يې يرغل وکړ.
ددې سورت په ٤١ آيت کې د شرک بنسټ د غڼې د جالې په څېر سست او نه ټينګېدونکى ګڼل شوى؛ نوځکه پرې عنکبوت (غڼه) ايښوول شوى دى.
په دې سورت کې پر لاندې موضوعګانو رڼا اچول شوې ده:
پر الله تعالی ايمان، د بشر دنده، الهي ازمېښت، د ځينو انبياوو تاريخ، له بېځايه ویينو او خبرو اترو منع او هم د الله تعالی پرځاى پر بل د ډډه کولو منع ښودل شوي دي.
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ=د لوراند او لورين الله په نامه
آلم (۱) = (الف، لام، ميم.)
أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ (۲) = ايا خلكو انګېرلې، همداچې ووايي: ((ايمان مو راوړى)) (نو) پرې به ښوول شي او و به نه ازمېيل شي؟.
وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ (۳)= او په رښتيا موږ تر دوى مخكې خلک ازمېيلي (او دوى هم ازمېيو، چې) بايد د الله پوهه د رښتينيو او دروغجنو په اړه عملي شي.
ټکي:
د ((فتنة)) کلمه د سوچه سرو زرو د لاس ته راوړو لپاره خوټولو ته وايي، چې ناپاکي ترې لرې شي او داچې په پېښو او سختيو کې د انسان جوهر له ناپاکيو پاکېږي؛ نو ازمېيښتونو او پېښو ته فتنه وايي.
پېغامونه:
١ _ ايمان يوازې د خولې خبره نه ده او د ايمان له مدعيانو به هرومرو ازمېينه واخستل شي (أَحَسِبَ…. هُمْ لَا يُفْتَنُونَ)
٢ _د تاريخ په اوږدو کې ازمېښت یو الهي قانون و(وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ)
٣ _پېښې تصادف نه؛ بلکې ټولې د ازمېښت اسباب دي(فَتَنَّا)
٤ _ پر تاريخ او مخکېنيو پېښو پوهېدل، خلک د پېښو د زغم لپاره چمتو کوي(مِن قَبْلِهِمْ)
٥ _د الهي ازمېښتونو دليلونه، عیني او د الله تعالی د ازلي پوهې پلي کېدل دي، دغسې د واقعي مؤمنانو پېژندل او د انسانانو د دنننيو وړتیاوو رازرغونېدل او پر کار اچول دي (فَلَيَعْلَمَنَّ… الَّذِينَ صَدَقُوا…. الْكَاذِبِينَ)
الهي ازمېينې
په ټوله نړۍ کې قانون ليکونکي دوه ډوله قوانين تصويبوي: يو قانون د جرګې د دنننۍ چارو د سمبالښت لپاره؛ لکه د وکيلانو شمېر، د يوې لايحې د تصويب لپاره لازم شرطونه او د هر وکيل دنده او يو قانون هېواد سمبالنې ته چې دولت يې د پلي کولو دنده لري.
الله تعالی هم دوه ډوله قوانين لري:
يو ډول قانون يې د خلکو لپاره ليکلى، چې نامه يې احکام دي او يو لړ قوانين يې ځان ته جوړ کړي، چې الهي سنتونه ورته وايي؛ لکه:
رزق ورکول: عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا [1]
ښیون – هدایت: إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى[2]
د الله تعالی يو قانون، چې ځان يې پرې ملزم کړى، د خلکو ازمېښت دى، چې د قرآن په ډېری آيتونو کې مطرح – نوموتى دى او په بقره سورت ٥٥ آيت کې وايي: ((وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ= تاسې ټول ازمېيو.))
دلته په دې هکله څو پوښتنې ځوابوو:
١ _ولې الله تعالی انسان ازمېيي؛ ایا الله تعالی موږ نه پېژني او له راتلونکې مو خبر نه دى؟
ځواب: د الله تعالی ازمېښت د پوهې لپاره نه؛ بلکې د پېژندو لپاره دى، چې انسان ځان وپېژني او دروغجن له رښتينو بېل شي؛ ټول مؤمنان ادعا لري، چې د الله تعالی احکامو ته سينه په لاس دي؛ خو په ازمېينه کې جوتېږي، چې څوک دروغ وايي او څوک رښتيا. پردې سربېره، د الله تعالی د سزا او ثواب ورکولو بنسټ، د انسان خپلې کړنې دي؛ نه یې پوهه. ټول پوهېږو، چې ترکاڼ کړاى شي تمبې او کړکۍ جوړې کړي؛ خو چې کار يې راته نه وي کړى، مزدوي یې نه ورکوو، الله تعالی هم موږ ازمېيي، چې زموږ غبرګون وويني او زموږ د کړنو له مخې اجر راکړي.
٢ _ ازمېښتوزلې: د ژوند ټولې چارې خير يا شر، کېداى شي ازمېښتوزلې وي؛ لکه چې الله تعالی وايي: ((وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ[3])) انسان په نشتمنۍ، تنګلاسۍ، سوکالۍ، هوسايۍ او پراختيا کې ازمېيلېږي، چې جوته شي، په سخته او تنګسه کې زغم کوي او که له لارې کږېږي يا داچې يوازې په پراختيا کې له خلکو سره مرسته کوي يا يوازې په خپل فکر کې دى.
٣ _ په الهي ازمېينو کې د خلکو غبرګون څنګه دى؟
ځواب: خلک د الهي ازمېينو په اړه څو ډوله دي:
هغوى چى له سختیو سره په لومړي چلن کې چغې او سورې وهي او دنيا پر سر را اخلي.
((إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا= [4]چې كله كړاو ور ورسي؛ نو ژړا انګولا كوي))
د زغم او پراخې سينې خاوندان((وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ[5])
ځينې ترخې پېښې د زړه پر سترګو او ورين تندي مني (وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ[6])
چې کله د يوې کورنۍ غړي د ترخو خوړو؛ لکه مرچک او پيازو په مقابل کې بېلابېل غبرګونونه لري، ماشوم چې مرچک خولې ته وروړي؛ نو چغې کوي، غټان، چې مرچک خوري؛ نو زغملاى يې شي؛ خو د کورنۍ پلار د مرچک او پيازو اخستو لپاره پيسې ورکوي.
أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ أَن يَسْبِقُونَا سَاء مَا يَحْكُمُونَ(۴)= ايا هغوى چې ناوړه كارونه كوي، ګومان کوي، چې زموږ پر قدرت به لاسبري شي؟! څومره ناوړه پرېكړه يې كړې ده!
مَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء اللَّهِ فَإِنَّ أَجَلَ اللَّهِ لَآتٍ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (۵) = څوك چې له الله سره د مخامخېدو (او قيامت) هيلمن وي (؛ نو بايد د احكامو په اطاعت كې یې زيار وباسي؛) ځكه د الله ټاكلې نېټه هرومرو راتلونكې ده او هغه پوه اورېدونکى دى.
ټکی:
حضرت علي کرم الله وجهه وايي: په دې آيت کې له ((لِقَاء اللَّهِ)) څخه مراد د قيامت ورځ ده[7].
پېغامونه:
١ _ ګناه کول او تکرار یې د انسان پر اند او ليدو اغېز لرې او انګېریال – خيالي کوي يې(أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ)
٢ _د انګېریالي – خيالي رنځوریو درمل، د مرګ او معاد رايادول دي. هم مؤمنان، چې د ازمېښت په پړاو کې دي او هم مجرمان، دواړه دې پوه شي، چې وخت يې له ګوتو وتونکى دى او د الله تعالی ثواب يا پرغز- قهر ته دې په تمه شي(أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا… أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ… مَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء اللَّهِ….).
٣ _ نه د ايمان مدعيان، د الله تعالی له ازمېښته خلاصېداى شي او نه مجرمان د الله له پرغز او غچه (يَسْبِقُونَا).
٤ _ باطل فکرونه بايد وغندل او و رټل شي(سَاء مَا يَحْكُمُونَ).
٥ _ الله تعالی د ايمان د ادعا په باب هم زموږ خبرې اوري او هم مو فکر او کړه وړه ويني (وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ).
وَمَن جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ إِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ(۶) = او څوك چې [د حق په لار کې] هلې ځلې كوي؛ نو يوازې ځان ته يې كوي؛ (ځكه) چې الله له نړيوالو مړه خوا دى.
ټکي:
په دې آيت کې له جهاده مراد يوازې په توره يا وسله جهاد نه؛ بلکې مراد ترې هر ډول هلې ځلې او هاندوهڅې دي، که دا هلې ځلې د ځان جوړونې او په څرګندنه له نفس سره جهاد وي که د شيطان له وسوسو او يا له بهرني دښمن سره وي.
د انسان ټولې هاندوهڅې او عبادتونه پر خپله ګټه دي او الله تعالی ورته اړ نه دى؛ لکه که څوک خپل کور، مخ پر لمر يا سيوري جوړ کړي؛ نو لمر ته هېڅ توپير نه لري. دا موږ يو چې د لمر رڼا ته اړين يو. الله تعالی غني دى او که ټول خلک مؤمنان يا کافران شي؛ نو الله تعالی ته څه ګټه او يا تاوان نه رسوي. الله تعالی خو زموږ عبادت ته څه اړ نه دى؛ بلکې دا موږ يو چې بايد په لمانځه او له هغه پر لاروۍ ترې مرسته وغواړو او توکل پرې وکړو. هو! هغه له نړیوالو مړه خوا دى.
پېغامونه:
١ _الله تعالی زموږ هلو ځلو ته اړ نه دى (وَمَن جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ)
من نکردم خلق تا سودی کنم – بلکه تا بربندګان جودی کنم
« بندګان مې خپلې ګټې وټې ته پنځولي نه دي؛ بلکې پر دوی باندې د لورونې لپاره مې پیدا کړي دي»
٢ _ خلک ښو چارو ته د راهڅولو لپاره، بايد د انسان له دننني او فطري لېوالتياوو ګټنه وکړو؛ لکه «حب نفس»(انسان فطرتاً په خپلې ګټې پسې دى) (وَمَن جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ)
٣ _د الله تعالی په مړه خوا او غنيتوب کې اړنګ- شک نه دى پکار(إِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ)(د «ان» او «لام» کلمه د هرومروتوب نښه ده)
٤ _ الله تعالی هم له انسانانو، هم له پرښتنو او هم له نورو موجوداتو مړه خوا دى (لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ)
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ (۷) = او هغوى چې ايمان راوړى او ښې چارې يې کړي دي، هرومرو یې ګناهونه ترې رژوو او ښو کړنو ته يې غوره بدله وركوو.
ټکي:
په تېر آيت کې مو ولوستل، چې د هلو ځلو او جهاد تر ټولو غوره بېلګه، ايمان او صالح کړه وړه دي، چې په دې آيت کې يې خبره ده.
پېغامونه:
١ _ انسان د الهي ثوابونو د لاس ته راوړونې لپاره، ايمان او ښو کړنو دواړو ته اړين دى (آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ)
٢ _مؤمنان له ګناه او تېروتنې لرې نه دي؛ خو د هغوى د ايمان او نېک عمل پايله ده، چې ګناهونه او تېروتنې يې نه رابربنډېږي (وَالَّذِينَ آمَنُوا…. لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ)
٣ _ ثواب د ګناهونو تر پاکېدو روسته ورکول کېږي (لَنُكَفِّرَنَّ…. لَنَجْزِيَنَّهُمْ)
٤ _ الهي ثواب يوازې د تېرو ګناهونو بښل نه؛ بلکې تر ټولو غوره ثواب هم ورکول دي (لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ).
٥ _ الله تعالی د مؤمن ښه او غوره عمل، د ثواب ورکولو لپاره کچه ږدي (لَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ).
وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (۸)= او انسان ته مو له خپل مور و پلار سره د نېكۍ سپارښتنه كړې او كه دوى (مشركان وي او) هڅه وكړي، چې ته له ما سره څه شريک کړې، چې پرې پوه نه يې؛ نو مه یې منه [؛ ځکه] تاسې يوازې زما لوري ته راګرځئ؛ نو تاسې به د هغو چارو (پر حقيقت) پوه کړم، چې کول مو.
پېغامونه:
١_له مور و پلار سره نېکي، انساني چار دى او يوازې ايماني امر نه دى (وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ) او و يې نه ويل: ((وصينا المؤمنين.))
٢ _ له مور و پلار سره په نېکۍ کې شرط نه دى ايښوول شوى(حُسْنًا)
٣ _ شونې ده بېلاري والدين خپل اولاد هم بېلارې کړي(جَاهَدَاكَ)
٤ _ داچې نور په درنه درګوري؛ نو ناوړګټنه ترې مه کوئ (موروپلار حق نه لري، داچې اولاد ورته سينه پر لاس دى؛ نو هغوى يې بېلارۍ او شرک ته راوبلي) (وَإِن جَاهَدَاكَ)
٥ _ اولاد بايد د ټاکنې او سمې اندنې ځواک ولري (جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي … فَلَا تُطِعْهُمَا)
٦ _ شرک علمي استدلال نه لري (مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ)
٧ _ د توحيد او شرک په لړ کې، ان د موروپلار خبره هم مه منئ (فَلَا تُطِعْهُمَا)
٨ _ له موروپلار سره احسان مطلق او د تل لپاره دى؛ خو په دې شرط چې موروپلار، اولاد له الله تعالی لرې نه کړي(فَلَا تُطِعْهُمَا).
٩ _پر معاد ايمان، احکامو منلو ته ښه ضمانت دى (وَصَّيْنَا… إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ)
١٠ _الله تعالی د انسان له ټولو چارو خبر دى(فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)
١١ _د قيامت پر ورځ به ټول له خپلو کړنو او حقيقته یې خبر شي(فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِي الصَّالِحِينَ(۹)= او هغوى چې ايمان راوړى او سمې چارې يې كړي (نېکچاري او مؤمنان)، هرومرو په نېکانو کې شمېرو.
ټکي:
*په دې آیت کې له مؤمنانو مراد، تېر آیت ته په پامنیوي، هغه اولادونه دي چې د موروپلار تر ولکې لاندې شرک ته بلل کېږي؛ خو که څوار – مقاومت وکړي او د خپل ایمان ساتنې لپاره له کور او ټاټوبي کډوال شي، که له موروپلار جلا کېدنه ورته سخته ده، خو په بدل کې الله تعالی یې په قیامت کې په صالحانو کې شمېري.[8]
په تېرو دوو آيتونو کې وويل شول: د ايمان او صالح عمل بدله، ثواب او پر ګناهونو يې د پردې اچولو لامل دى. په دې آيت کې وايي: هغوى چې د ايمان او صالح عمل خاوندان دي؛ نو د صالحانو پر ليکه کې به هم درول کېږي.
په بل آيت کې لولو: له صالحانو سره يو ځاى کېدل، د ابراهيم عليه السلام او يوسف عليه السلام دعا وه ((وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ[9]))؛ نو د صالحينو مقام ستر او اوچت دى.
پېغامونه:
١ _ ايمان دې له کړنو سره وي (وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا).
٢ _ يوازې نېک چار انسان نه صالحوي؛ بلکې هغه نېک چار ارزښت لري، چې سرچينه يې پر الله تعالی ايمان وي (آمَنُوا… لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِي الصَّالِحِينَ)
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللَّهِ وَلَئِن جَاء نَصْرٌ مِّن رَّبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ الْعَالَمِينَ (۱۰)= او ځينې خلک وايي: ((پر الله مو ايمان راوړى)) خو چې د الله په لار كې وربړول شي؛ نو د خلکو ازار د الهي عذاب په څېر ګڼې (او سخت ترې ډارېږي) او که ستا د پالونکي له لوري څه مرسته راشي، هرومرو وايي: ((البته موږ خو درسره وو(او په دې بريا كې درسره شريك يو.))) آيا الله د نړيوالو د سينو پر حال ښه خبر نه دى؟!
ټکي:
* په ظاهر کې له «العالمين» څخه مراد هر باشعوره موجود؛ لکه انسان، پيرى او پرښته ده[10].
* ددې سورت په لومړي آيت کې مو ولوستل، چې ګومان و نه کړئ، بې ازمېينې به مو د ايمان دعوا ومنل شي(أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا….)، چې دا آيت د ازمېښت يوه بېلګه بيانوي.
*الله تعالی په دې آيت کې د کفارو کړولو ته فتنه ويلې، چې ټولو مؤمنانو ته وايي: د مخالفانو له اړخه دا تورونه، ملنډې او کړختونه درته يو ډول ازمېښت دى.
پېغامونه:
١ _ځينې يوازې پر خولې مسلمانان دي(وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا)
٢ _ کله مؤمنان د نااهلو له اړخه کړول کېږي، چې بايد زغم ولري(آمَنَّا – أُوذِيَ فِي اللَّهِ)
٣ _مؤمن د پراخې سينې خاوند او پياوړى دى(وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا[11]) ((پېغمبرانو، مشرکانو ته ويل: موږ به ستاسې کړخت ته سينه پراخ کړو)؛ خو منافق، څپڅپانده او لړزان دى (فَإِذَا أُوذِيَ… جَعَلَ…)
٤ _ واقعي ايمان په سختيو کې معلومېږي (فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ)
حضرت علي وايي: په لوړو، ژورو او ډول ډول حالاتو کې د انسان جوهر معلومېږي[12]
۵- منافق، خپل مخی – مطلب آشنا دى او يوازې د بري پر مهال پر ځان د مسلمان نامه ږدي او پر امتياز اخستو ټينګار کوي (لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ).
٦ _ځانښودنه، تظاهر او په پټه د چارو کول، د الله تعالی پر وړاندې کومه ګټه نه لري، هغه زموږ له دننه خبر دى. (أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ الْعَالَمِينَ)
وَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْمُنَافِقِينَ (۱۱) او البته الله مؤمنان (ښه) پېژني او منافقان (هم ښه) پېژني.
ټکي:
*په تېر آيت کې وويل شول: منافقانو ټينګار کاوه، چې درسره يو((إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ)). په دې آيت کې الله تعالی ورته په ټينګه وايي: چې زه خو تاسې پيژنم (وَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ).
*الله پاک له ټولو زړونو او نيتونو خبر دى، منافق او مؤمن پېژني؛ خو په فتنه او ازمېښت يې يو له بله بېلوي[13].
پېغامونه:
١ _ انسان که ځان پوه کړي، چې الله تعالی يې له باطنه خبر دى؛ نو له نفاقه به لاس واخلي (وَلَيَعْلَمَنَّ الْمُنَافِقِينَ).
٢ _ د الهي ازمېښتونو يوه فلسفه د مؤمنانو او منافقانو بېلول دي (وَلَيَعْلَمَنَّ … الَّذِينَ آمَنُوا… الْمُنَافِقِينَ).
۳- یوازې الله تعالې رښتوني او دروغجن مؤمنان پېژني (وَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْمُنَافِقِينَ).
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا اتَّبِعُوا سَبِيلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ وَمَا هُم بِحَامِلِينَ مِنْ خَطَايَاهُم مِّن شَيْءٍ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ (۱۲)= او كافران مؤمنانو ته وايي: ((زموږ په لار پسې راځئ او (كه څه ګناه لرئ؛ نو) ستاسې ګناهونه زموږ پر غاړه!)) خو هېڅ ډول ګناه یې پرغاړه اخستی نشي؛ [ځکه] چې دوى بیخي دروغجن دي.
ټکي:
*بېلاري، چې نور هم بېلارۍ ته راهڅوي؛ نو ورته وايي: که ګناه وه؛ نو ګناه يې زما پر غاړه، حال دا هېڅ څوک د بل ګناه پر غاړه نشي وړاى (وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ وَمَا هُم بِحَامِلِينَ)
*ښايي ووايو: کفار خوښېږي، خلک له خپل ايمانه لاس واخلي ((وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّن بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا[14]) ، چې دا کار په څو پړاوونو کې کوي:
الف: د مؤمنانو په کړولو يې، له ايمان راوړو مخه نيسي ((وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ[15]).
ب: د جګړې اور بلوي، چې له دينه مو واړوي ((وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ[16])).
ج: وايي: تاسې لږ تر لږه په عمل کې زموږ لاروي وکړئ او که داسې مو وکړل؛ نو نور به نه کړېږئ او د ارتداد ټول مسئووليت مو پرغاړه اخلو(وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ).
د: که په پورتني يو کار کې هم بريالي نشول؛ نو در نه به وغواړي، چې جوړجاړى ورسره وکړئ ((وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ[17]).
پېغامونه:
١_ دښمنان درنه لاس نه اخلي او خپلې موخې به تبليغوي [کفارو مسلمانانو ته هم جسمي کړخت ورکاوه(فِتْنَةَ النَّاسِ) او هم يې فرهنګي، تبليغاتي او اروايي يرغلونه کول(وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا اتَّبِعُوا سَبِيلَنَا)
٢ _ارتداد او کفر ته ورستنېدل، ستره ګناه ده، چې کفار ادعا کوي جبران به يې کړي(وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ)
٣_ په اسلامي نړۍ ليد کې څوک هم د بل ګناه پر غاړه نشي اخستلاى (وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى[18])؛ خو د نورو په اندنه کې داسې نه ده (وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ) همدا اوس هم کليسا، د نورو ګناه په بيه اخلي.)
٤ _د کفارو او شيطان ژمنې بې بنسټه دي (وَمَا هُم بِحَامِلِينَ)، شيطان هم انسان ته حکم کوي، چې کافر شي؛ خو تر کفر روسته يې پرېږدي (إِذْ قَالَ لِلْإِنسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكَ[19])
وَلَيَحْمِلُنَّ أَثْقَالَهُمْ وَأَثْقَالًا مَّعَ أَثْقَالِهِمْ وَلَيُسْأَلُنَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَمَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ (۱۳)= او هغوى به هرومرو د خپلو (ګناهونو) دروند پېټى پر اوږو کوي او (همداراز) پر خپل پېټي سربېره (د نورو د ګناهونو) درانه پېټي هم، او په رښتيا د قيامت پر ورځ به د هغو تورونو پوښتنه ترې كېږي، چې دوى (په دروغو په الله پورې) تړل.
ټکي:
پوښتنه: دا څنګه کېداى شي، چې په تېر آيت کې يې وويل: څوک د بل چا ګناه پر غاړه نشي اخستلاى او په دې آيت کې وايي: بېلاروونکيو ته به د نورو ګنا هم ور په شا کېږي؟!
ځواب: لومړى آيت د هغو کفارو ځواب و، چې مسلمانانو ته يې ويل: تاسې له موږه لاروي وکړئ، ګناه يې زموږ پر غاړه او تاسې هېڅ مسووليت نه لرئ، چې الله تعالی ورته وويل: داسې نه ده او د هر چا ګناه پر خپله غاړه ده؛ خو دا آيت وايي: د غولېدلي انسان ګناه پر خپله غاړه ده؛ خو د غولونکي پر غاړه پر خپلې ګناه سربېره، د غولېدلي سزا هم ده، بې له دې چې د تېرايستو له ګناه يې څه کم شي.
په نمونه او درالمنثور تفاسيرو کې ډېر روايتونه راخستل شوي، چې که څوک د نورو لپاره د ښو يا بدو لار پرانځي؛ نو عمل کوونکي ته پر ثواب او سزا سربېره یې پېلوونکي، بنسټګر او لارښوونکي ته هم ثواب يا سزا ورسي.
پېغامونه:
١ _ تېرايستونکي ته پر خپلې ګناه سربېره، د نورو د بېلارې کولو ګناه هم ور پرغاړېږي (أَثْقَالًا مَّعَ أَثْقَالِهِمْ)
٢ت _ د ګناه پېټی ډېر دروند وي(أَثْقَالِهِمْ)
٣ _ دروغ او تور پورې کونه د کفارو خوی دى(كَانُوا يَفْتَرُونَ)
٤ _ د نورو د ګناه پر غاړه اخستو خبره دروغ ده (عَمَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ(۱۴)= او په رښتيا نوح مو خپل قوم ته[په رسالت] ورولېږه؛ نو نهه سوه او پنځوس كاله یې پکې تېر کړل او دا چې دوى [مشرک] ظالمان ول، په پاى كې توپان او نېز لاندې کړل.
فَأَنجَيْنَاهُ وَأَصْحَابَ السَّفِينَةِ وَجَعَلْنَاهَا آيَةً لِّلْعَالَمِينَ(۱۵)= نو دی او بيړۍ وال مو وژغورل او نړيوالو ته مو (د عبرت) يوه نښه كړه.
ټکي:
د سورت په پېل کې مو ولوستل، چې الله تعالی وايي: د ايمان ادعا کوونکي خلاص نه دي؛ بلکې ټول به ازمېيلېږي. تردې آيت روسته به د حضراتو نوح، ابراهيم، لوط، شعيب، هود، صالح او موسى (عليهم السلام) کيسې راځي او د تېرو امتونو له ازمېښتونو سره به اشنا شو.
نوح عليه السلام يوازېنى پېغمبر دی، چې د رسالت موده يې په قرآن کې راغلې ده، د طوفان تر راتګه یې رسالت نهه سوه او پنځوس کاله دی؛ خو تر طوفان روسته یې د ژوند د مودې په اړه خبره نه ده شوې.
د الله تعالی په اراده، د بشر لپاره اوږد عمر ناشونى چار نه دى؛ لکه څنګه چې الله تعالی مهدي آخر الزمان ته پېړۍ پېړۍ اوږد عمر ورکړ، چې نړيوال عادل حکومت جوړ کړي.
ديني مشران وايي: ډېرى خلک له دنيا ځي او ورته راځي؛ خو د حضرت مهدي څېره هماغه د څلوېښت کلنۍ څېره ده، چې دا هېښنده نه ده؛ ځکه زموږ په څېره کې د وريځو او بڼو وېښتان تل د بدلون په حال کې وي، چې دواړه ډوله وېښتان يو ډول خواړه اوبه او هوا لري.
هو! الله تعالی ته دا چار ډېر اسان دى، چې يو انسان ثابت او بل د بدلون په حال کې پيدا کړي.
پېغامونه:
١ _ که په تبليغ کې لومړى ټوليز او بيا تفصيل او بېلګې وويل شي؛ نو ګټه به يې ډېره وي. په تېرو آيتونو کې مو ولوستل: ((وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ)) او اوس يې په تفصيل وايي: ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا)))
٢ _ قرآن د تېرو قومونو تاريخ ته پاملرنه کړې ده (وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا)(د تېرو انبياوو د تاريخ بيانول د مؤمنانو او پېغمبر لپاره د زړه ډاډ دی)
٣ _ انبياء په خلکو کې وو (فِيهِمْ)، که کوم پېغمبر خپل خلک پرېږدي؛ نو سزا به ورکړه شي؛ لکه حضرت يونس((فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ[20])) روسته تردې چې خپل خلک يې پرېښوول، ستر کب تېر کړ.
٤ _ قرآن د انسان د عمر اوږدوالى شونى چار ګڼي(أَلْفَ سَنَةٍ….)
٥ _ که خلک په خپله د ښيون – هدایت وړتیا او چمتووالی و نه لري؛ نو زرکاله لارښوونه هم ورته اغېز نه لري (أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا)
٦ _تبليغ، ښوونې او روزنې ته پراخه سينه پکار ده(أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا)(په دې آيت کې نوح علیه السلام پراخې سينې او د خلکو ځېل ته اشاره شوې ده.)
٧ _ حساب او شمېر دې دقيق وي(أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا)
٨ _ دالهي انبياوو پېغام ته پام نه کول ظلم دى او ظلم د الهي پرغز- قهر سرچينه ده (فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ)
٩ _پېغمبران او واقعي لارويان يې، له الهي قهره خوندي دي (فَأَنجَيْنَاهُ وَأَصْحَابَ السَّفِينَةِ)
١٠ _ الهي مرسته او ملاتړ په دې مانا نه دى، چې له کوښښه لاس واخلو، نوح علیه السلام او لارويانو يې د خپل ځان د خلاصون لپاره بېړۍ جوړه کړه(السَّفِينَةِ) هم بايد کار وشي او هم بايد الهي مرستو ته هيلمن شو.
١١ _ځينې وګړي او پېښې، د يوې ځانګړې مودې لپاره نه؛ بلکې د ټولو خلکو او وختونو لپاره وي(آيَةً لِّلْعَالَمِينَ)
وَإِبْرَاهِيمَ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (۱۶)= او موږ ابراهيم (هم په رسالت) ولېږه، چې خپل قوم ته یې وويل: ((الله ولمانځئ او [ځانونه مو] د هغه له (عذابه) وساتئ، كه پوهېږئ دا درته غوره ده.
ټکي: تر نوح عليه السلام روسته ابراهيم عليه السلام دويم اولوالعزم پېغمبر و.
پېغامونه:
١ _ تبليغ له خپلوانو پيل کړئ(قَالَ لِقَوْمِهِ)
٢ _ توحيد او تقوا، د ټولو انبياوو د کړلارې سرټکی دى(اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ)
٣ _ بې تقوا عبادت بې ارزښته دی(اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ)
٤ _ د خير لاس ته راوړو جرړه، د الله تعالی په عبادت او تقوا کې ده(اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ ذَلِكُمْ خَيْرٌ)
٥ _ په حقيقت کې هغوى ناپوه دي، چې د توحيد او تقوا پرځاى، په غیر الله پسې ورځي (بې تقوا عالم ناپوه دى) (ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ)
٦ _ په پوهه او پرمختګ یې د عبادت او تقوا ګټو ته رسېداى شو(ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ)
إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا إِنَّ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (۱۷) = بېشکه تاسې د الله پرځاى تش (د تيږو او لرګيو) بوتان لمانځئ او (هسې) دروغ مو جوړ کړي، په رښتینه كې هغوی چې د “الله” پرځاى یې لمانځئ، د “روزۍ” واك نه لري؛ نو “روزي” له الله وغواړئ او هماغه ولمانځئ او شكر يې پرځاى كړئ، چې (يوازې) د هغه لوري ته ورستنېږئ.
ټکي:
*په تېر آيت کې ابراهيم عليه السلام، خلک د الله تعالی عبادت او لاروۍ ته راوبلل او په دې آيت کې د الله تعالی پرځاى د بل عبادت بې پايلې ګڼي او د آيت په پاى کې يو ځل بيا د الله تعالی پر عبادت ټينګار کوي.
*شرک او بوت نمانځنه هېڅ سول-منطق نه لري؛ ځکه:
الف: بوتان، يوازې جمادات دي او بل هېڅ نه (أَوْثَانًا)
ب: په خپله بوت لمانځي بوتان جوړوي(تَخْلُقُونَ)
ج: بوتان، مشرکانو او بوت لمانځو ته هېڅ ګټه نشي رسولای(لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ)
په دې آيت کې ابراهيم عليه السلام درې ځل مشرکان مخاطب کړل، چې دا چار له بېلاريو سره د نېغ په نېغه خبرو ښکارندوى دی. (تَعْبُدُونَ، تَخْلُقُونَ، تَعْبُدُونَ)
پېغامونه:
١ _ هغوى چې پر کږه ځي؛ نو خپلو چارو ته د دروغو مخونه ورکوي(تَخْلُقُونَ إِفْكًا)
٢ _ بوت پالي او د الله تعالی پرځاى، د بل د عبادت یوه انګېزه هم يو کپ ډوډۍ ته رسېدل دي
۳- غیر الله د روزۍ ورکولو وس نه لري، نه داچې کړاى شي؛ خو نه يې ورکوي(لَا يَمْلِكُونَ) و يې نه ويل، (لا يرزقونکم)
۴په تبليغ او لارښوونه کې مو چې د يوې لارې بطلان جوت کړ؛ نو روسته د حق لار ښوول پکار دي (لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ) (که نيوکه کوئ؛ نو وړانديز هم ولرئ!)
۵ _ بې له الله تعالی له نورو نهيلي، د الله پر لور د تګ سريزه ده(لَا يَمْلِكُونَ … فَابْتَغُوا عِندَ اللَّهِ)
۶ _ بېشکه الله تعالی رازق دى؛ خو انسان دې هم کوښښ وکړي(فَابْتَغُوا)
۷ _د الله تعالی پرځاى د بل د رزق ورکونې توهم، شرک ته لار پرانځي(لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ)
۸ _ الله تعالی د رزق سرچينه ده(عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ)
۹ _ هغه لمانځوړ دى، چې روزي ورکوي(عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ)
٩ _ پر قيامت ګروهه، د الهي حکمونو پلي کول ضمانتوي(إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ)
وَإِن تُكَذِّبُوا فَقَدْ كَذَّبَ أُمَمٌ مِّن قَبْلِكُمْ وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ(۱۸)= او كه تاسې (مې) دروغجن ګڼئ؛ نو (دا څه هېښنده نه ده) تر تاسې مخكېنيو هم (خپل استازي) دروغجن ګڼلي ول او (د الله) پر استازي، بې له څرګند پېغام رسونې بل څه نشته.))
أَوَلَمْ يَرَوْا كَيْفَ يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ(۱۹)= ايا دوى لیدلي نه دي، چې الله څرنګه هستونه پيلوي، بيا يې (څنګه) دویم ځلي کوي؟! رښتیا دا (چار) الله ته اسان دى.
ټکي:
په دې آيت کې د اديانو په منځ کې درېیو ګډو آرونو ته اشاره شوې:
الف: توحيد((يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ))
ب: نبوت: ((وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ))
ج: معاد((ثُمَّ يُعِيدُهُ))
سترګې ته د يوه مېخ او يو غر ليدل يو شان او اسان دي. يو هم پرې دباو نه راوړي؛ نو پيدايښت او بدلون هم د الهي ځواک او ارادې لپاره اسان دي او دا چې کله الله تعالی پر وړو موجوداتو؛ لکه انځر قسم خوري (وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ) او کله پر آسمانونو او لمر قسم خوري (وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا) ددې لپاره دي، چې د الله تعالی ځواک ته کوشنی انځر او ستر آسمانونه او لمر توپير نه لري.
پېغامونه:
١_ټولو پېغمبرانو مخالفان درلودل؛ نو د دښمن له مخالفته مه وېرېږئ(كَذَّبَ أُمَمٌ….).
٢ _تاريخي پيښې، يو بل ته ورته او د تکرار وړ دي(أُمَمٌ مِّن قَبْلِكُ).
٣ _ پر تاريخ پوهېدل، انسان ته ډاډ ورکوي(كَذَّبَ أُمَمٌ مِّن قَبْلِكُ).
٤ _داچې مخالفان مو دروغجن ګڼي؛ نو له تبليغه لاس مه اخلئ (وَمَا عَلَى الرَّسُولِ….)
٥ _خلک د ګروهې په ټاکنه کې آزاد دي او پېغمبران يې اړ ایستای نشي (وَإِن تُكَذِّبُوا…. مَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ)
٦ _ تبليغ او ښوونه دې څرګنده او روښانه وي (الْبَلَاغُ الْمُبِينُ)
٧ _ په پوښتنو د غافلانو ويده فطرت راويښ کړئ (أَوَلَمْ يَرَوْا)
٨ _ اسلام د اندنې دين دى او ټول دې چار ته رابلي(أَوَلَمْ يَرَوْا)
٩ _ هر څه الله تعالی ته ورستنېږي(يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ)
١٠ _ د ښکارندو د مرګ او ژوند په رامنځ ته کونه کې د نړۍ پنځونه د الله تعالی د ځواک ښکارندوى ده (يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ)
١١ _ پر مبداء ګروهنېدل، پر معاد د ګروهې لامل دى او د الله تعالی له ځواکه بې خبري، له معاده د نمښتې – انکار لامل دى. (يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ)
١٢ _ پيدايښت، مړه کول او بېرته راژوندي کول، د الله تعالی همېشنى چار دى (يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ) (مضارع فعل د استمرار، تلتیا او تداوم نښه ده)
١٣ _ د لومړى ځل لپاره پيدا کول او په قيامت کې بياراژوندي کول، الله تعالی ته ډېر اسان دي، يوازې يوه اراده غواړي (إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ)
قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللَّهُ يُنشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (۲۰) = ووايه: ((په ځمكه کې وګرځئ او وګورئ، چې الله په څه ډول پنځون پيل كړى؟ بيا الله (په همدې توګه) د آخرت نړۍ رامنځ ته كوي (ځکه) چې الله پر هر څه وسمن دی.
پېغامونه:
١ _ د طبيعت څېړنه او باهدفه او موخنه ګرځېدنه یوه دنده او ارزښت دى(قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا)
٢ _په طبيعت کې ګرځېدل، د انسان سر ګرېوان ته ښکته کوي(قُلْ سِيرُوا…. فَانظُرُوا)
٣ _په پيدايښت کې په ځير څېړنه مو شبهې له منځه وړي او الله تعالی ښه راپېژني(فَانظُرُوا)
٤ _ د معاد لپاره تر ټولو غوره دليل، د لومړۍ ځل لپاره د موجوداتو پيدايښت دى(بَدَأَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللَّهُ يُنشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ)
٥ _ پر ځمکه ګرځېدل او د طبيعت په څېړنه، د پیدایښت د پيل پر څرنګوالي پوهېدای شو(قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ)
يُعَذِّبُ مَن يَشَاء وَيَرْحَمُ مَن يَشَاء وَإِلَيْهِ تُقْلَبُونَ(۲۱) = چاته چې وغواړي (او وړ يې وبولي) سزا وركوي او چاته یې چې خوښه شي، پرې لورېږي او يوازې د هغه لوري ته ورګرځول کېږئ.
وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاء وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ(۲۲)= او تاسې هېڅكله د الله پر اراده لاسبرېداى نشئ او نه په ځمكه او اسمان كې یې د واک له ولکې تښتېداى شئ او بې له الله بل پالندوى او مرستندوى درته نشته.))
ټکي:
د قرآن روزنيزه کړنلار داسې ده، چې کله به د الله د لورنې او عذاب خبره راغله؛ نو لومړى به يې د الله تعالی د لورنې خبره کوله او بيا د عذاب؛ خو داچې ٢١ آيت د کفارو د تکذيب لړۍ ده؛ نو لومړى يې د عذاب خبره راواچوله او بيا د لورنې.
د قرآن په هر ځاى کې چې د «من يشاء» غونډله- جمله او د الله تعالی د ارادې او غوښتنې خبره راغلې؛ نو بنسټ يې د هغه د سپېڅلي ذات حکمت او نیاو- عدل دى؛ ځکه د الله تعالی هره اراده حکمت لري.
په مجمع البيان تفسير کې راغلي: هغه «ولي» دی، چې بې له غوښتنې مرسته وکړي او هغه «نصير» دى، چې تر غوښتنې روسته يې درکړي، چې کفار له دواړو بې برخې دي.
پېغامونه:
١ _د دين دښمنان، چې څومره هلې ځلې وکړي؛ خو بيا هم د الله تعالی پر اراده لاسبرېداى نشي(وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ)
٢ _ د شرک منځه وړلو لپاره بايد هر ډول شبهې او کږنې او انګېرنې- موهمات له منځ يووړل شي(مَا أَنتُم – وَلَا فِي السَّمَاء – وَلَا نَصِيرٍ) کفارو او د دين دښمنانو ته وايي: نه په يوازې ځان څه کړای شئ (وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ) او نه د نورو له لاسه څه کېداى شي(مَا لَكُم… مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ)
٣_يوازې د الله تعالی لورنه مو د هغه له عذابه خلاصولاى شي(يُعَذِّبُ… يَرْحَمُ)
وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَلِقَائِهِ أُوْلَئِكَ يَئِسُوا مِن رَّحْمَتِي وَأُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (۲۳) = او کوم کسان، چې د الله له آيتونو او مخامخېدو يې منكر شوي، دوى مې له لورنې نهيلي شول؛ او همدا دوى ته دردناك عذاب دى!
پېغامونه:
١ _ يوازې کفار د الله تعالی له رحمته نهيلېږي (وَالَّذِينَ كَفَرُوا… أُوْلَئِكَ يَئِسُوا) او په يوسف سورت کې راغلي: ((إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ[21] = او د الله له لورنې مۀ نهيلېږئ، چې يوازې كافران د هغه له رحمته نهيلېږي.))
فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ فَأَنجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (۲۴) = نو د [ابراهيم] د قوم ځواب يوازې دا و چې و يې ويل: ((و يې وژنئ يا يې وسوځوئ!)) نو الله له اوره وژغوره. هو! په دې (الهي ژغورنه) كې ايمان راوړونكيو ته نښې دي.
ټکي:
کافرانو او نمروديانو د ابراهيم عليه السلام له حق دين سره د مبارزې لپاره، هوډ وکړ، چې و يې وژني؛ نو د اور په بلولو او پکې په ورګوزارولو يې خپل نيت پلى کړ؛ خو الله تعالی اور ورته پر ګلبڼ واړو او و یې ساته(فَأَنجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ)
پېغامونه:
١ _ کافران سول – منطق نه لري او سول يې کړول او وژنه ده(اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ)
٢ _ شونې ده کفار د چار په څرنګه عملي کولو کې يو له بل سره اختلاف/ اړپېچ ولري؛ خو په موخه کې اړپېچ نه لري(اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ)
٣ _ الله تعالی د پېغمبرانو ملاتړى دى(فَأَنجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ)
٤ _ د الله تعالی اراده پر ټولو ارادو لاسبرې ده(اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ فَأَنجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ)
٥ _ پر ټولو کافرانو د يوه مؤمن برى، د ټولو دسيسو شنډېدل، پر ګلبڼ د اور بدلېدل، ټول الهي آيتونه دي(إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ)
٦ _ له تاريخه عبرت اخستنې ته روغ فطرت او پاک روح پکار دى(لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ).
هو! ايمان د انسان د بصیرت – ليدانې او روڼ وينۍ لامل دى.
وَقَالَ إِنَّمَا اتَّخَذْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُ بَعْضُكُم بِبَعْضٍ وَيَلْعَنُ بَعْضُكُم بَعْضًا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّاصِرِينَ (۲۵) = او (ابراهيم) وويل: ((تاسې په دنيوي ژوند كې د الله پر ځاى بوتان د خپلمنځي مينې [او اړيکو] وزله كړي، بيا د قيامت پر ورځ يو له بله منکرېږئ او يو بل لعنتوئ او اور مو هستوګنځی دی او هېڅ مرستندوی نه لرئ!))
ټکي:
*په بوتلمانځو ټبرونو کې بوتان چورلیځ وو او هر ټبر ځانګړى بوت درلود. د بېلګې په توګه: قريشو د عزى په نامه، سيف ټبر د لات په نامه او اوس او خزرج د مناة په نامه بوتان درلودل، چې دا بوتان يې له نېکونو سره نښلونوزلې وې(مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ).
*په ١٧ آيت کې مو ولوستل: ابراهيم عليه السلام په اور کې تر ګواښ مخکې خپل قوم ته وويل: ((إِنَّمَا اتَّخَذْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ))؛ يعنې د الله تعالی پرځاى مو بوتانو ته ورمخه کړې ده او له اوره تر خلاصون روسته يې پرېکنده وويل: ((إِنَّمَا اتَّخَذْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا))؛ نو په اور کې اچولو، د ابراهيم علیه السلام پر تبليغ او موخې اغېز نه درلود او خلک يې پرې نه ښودل.
* کله بايد دښمن ته غاښ ماتی ځواب ورکړ شي، په تېر آيت کې مو ولوستل، چې کفارو کړلار جوړه کړې وه، چې ابراهيم عليه السلام په اور کې وسوځوي(حَرِّقُوهُ) الله تعالی ځواب ورکوي: همېشنى ځاى مو دوزخ دى(مَأْوَاكُمُ النَّارُ)، هو کله د لوټې د ګوذار بدله تېږه ده.
پېغامونه:
١ _عاطفي اړيکې، د انسان پر ګروهو خورا اغېزمنې دي(إِنَّمَا اتَّخَذْتُم… أَوْثَانًا مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ).
٢ _ غيرې الهي دوستۍ، موسمي او لنډ مهاله دي، چې پايله يې يو د بل دښمنېدل او يو پر بل لعنت ويل دي(مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا…. يَلْعَنُ بَعْضُكُم بَعْضًا)
٣ _د قيامت پر ورځ، چې مشرکانو ته د خپلو ګروهو پوچتوب جوت شي؛ نو ځانونه به کنځي(ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُ بَعْضُكُم بِبَعْضٍ)
٤ _په لارټاکنه کې مخکې ته پام پکار دى، له عقله کار واخلئ، يوازې عواطف بسيا نه دي(مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ…. مَأْوَاكُمُ النَّارُ)
٥ _غيرې الهي ملګرتوب او اړيکې په قيامت کې هېڅ ارزښت نه لري(مَا لَكُم مِّن نَّاصِرِينَ)
فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ(۲۶) = نو لوط پر هغه [= ابراهيم] ايمان راووړ او (ابراهيم) وويل: ((په رښتینه کې زه د خپل پالونكي پر لور مهاجر يم، بېشکه هغه ناماتى حكيم دى.))
ټکي:
ډېرى مفسرانو ويلي دي: د((وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ)) خبره د ابراهيم علیه السلام ده؛ لکه چې په يو بل آيت کې يې هم ويلي ول: ((إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَى رَبِّي سَيَهْدِينِ[22])) او ځينو ويلي: دا د لوط عليه السلام خبرې دي.
پېغامونه:
١ _ انبياء یو پر بل ايمان لري(فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ) البته دا د ابراهيم علیه السلام غربت او يوازېتوب هم راښيي، چې په يوه وخت کې پرې يوازې يو تن ايمان راووړ.
٢ _ کله په يوه وخت کې څو پېغمبران ول؛ خو امامت او مشري د يوه تن په لاس کې وه [ابراهيم او لوط علیهما السلام په يوه وخت کې ول؛ خو امامت او مشري، ابراهيم علیه السلام کوله ((فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ))]
٣ _د لوط علیه السلام ايمان راوړل، له ابراهيم علیه السلام څخه يو ډول ملاتړ دى، (فَآمَنَ لَهُ) و يې نه ويل: آمن به [((ل)) د ملاتړ نښه ده.]
٤ _ د الله تعالی پر لور هجرت د ودې او روزنې لامل دى(إِلَى رَبِّي)
٥ _ الهي انسانان، په ځمکې، زمانې، هېچا او ډلې پورې تړاو نه لري(إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي)
٦ _ د الله تعالی د پېرزوېنو په يادولو، په ځان کې د الله پر لور د هجرت روحيه غښتلې کړئ(مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) (له ځواکمن الله سره نښلون، غریبۍ او یوازیتوب جبرانوي)
وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ وَآتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ(۲۷)= او موږ (د عمر په روستيو كې) ده ته اسحاق او يعقوب وروبښل او په ځوځات كې یې مو پېغمبري او (اسماني) كتاب كېښودل او په دنيا كې مو بدله وركړه او بېشکه هغه په آخرت كې له صالحانو ځنې دى.
ټکي:
*د اجر کلمه هم دنيوي او هم اخروي ثواب ته کارېږي؛ خو د اجرت کلمه يوازې د نيوي ثواب ته ده[23].
*الله تعالی پر ابراهيم عليه السلام، د هغه د اخلاص، هلو ځلو او هجرت له لامله څلور پېرزوينې وکړې، چې په دې آيت کې راغلي دي:
الف: پاک اولاد.
ب: ځوځات ته يې نبوت.
ج: په دنيا کې نېک نامه.
د: په آخرت کې عزت.
توضيح: حضرت يعقوب، حضرت يوسف، حضرت هارون، حضرت موسى، حضرت سليمان، حضرت زکريا، حضرت يحيى او حضرت عيسى (عليهم السلام) ټول د حضرت اسحاق له ځوځاته ول او د اسلام پېغمبر، د حضرت اسماعيل عليه السلام له ځوځاته دى؛ نو تر ابراهيم علیه السلام روسته ټول اولوالعزمه پېغمبران یې له ځوځاته ول.
* د نمرود له اوره خلاصون، د مکې پر لور د زړونو راکښل کېدل او د حج په مراسمو کې د ابراهيم عليه السلام يادونه، له ورکنامۍ (فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ« انبیاء / ۶۰ »)، شيخ الانبياء ته رسېدل او سپېڅلى ځوځات درلودل، درست د الهي پېرزوينو مصداقونه دي، چې الله تعالی په دنيا کې ابراهيم عليه السلام ته ورکړل (وَآتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا)
*صالحتوب او د صالحانو په ليکه کې درېدل، هغه مقام دى، چې انبياوو يې هم هيله درلوده:
يوسف علیه السلام له الله تعالی غواړي: ((وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ[24]))
سليمان علیه السلام دعا کوي: ((وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ[25]))
شعيب علیه السلام، موسى علیه السلام ته وايي: ((سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ[26]))
ابراهيم عليه السلام، الله تعالی ته وويل: ((وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ))
همداچې ابراهيم علیه السلام د امامت مقام ته ورسيد؛ نو الله تعالی ته يې وويل: ((إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا)) او له الله يې وغوښتل، چې دا منصب يې ځوځات ته هم ورکړي.
الله تعالی ورته وويل: امامت او مشري يو الهي تړون دى، چې ظالمانو ته نه ورکول کېږي؛ نو ستا په ځوځات کې دا منصب ظالم ته نه ورکول کيږي ((قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ[27]))
پېغامونه:
١ _ صالح اولاد الهي پېرزوينه ده(وَوَهَبْنَا لَهُ)
٢ _ که الله تعالی د کوم چار اجر درکړى وي؛ نو خلکو ته يې اعلام کړئ، چې هغوى هم ښو چارو ته وهڅېږي (وَوَهَبْنَا لَهُ)
٣ _اخلاص د پېرزوينو بېخبنا ده(مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي … وَهَبْنَا… جَعَلْنَا..)
٤ _ لمسى هم د زوى په څېر الهي پېرزوينه ده (إِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ) پام مو وي، چې يعقوب علیه السلام د اسحاق علیه السلام زوى دى ((وَمِن وَرَاء إِسْحَاقَ يَعْقُوبَ[28]))
٥ _د پلار د اخلاص چوپړتیاوې او هاندوهڅې یې په اولاد کې منعکسېږي (وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ)؛ البته د اولاد وړتيا هم شرط ده ((قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ[29]))
٦ _ هجرت محدود اجر نه لري، ابراهيم علیه السلام ته د يوه هجرت په مقابل کې څو اجرونه ورکړل شول (مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي … وَهَبْنَا… جَعَلْنَا… آتَيْنَا)
٧ _دیني مشران د الله تعالی له لوري دې منصب ته رسي(جَعَلْنَا.. النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ)
۸- د حضرت ابراهیم په اندازه د یوه پېغمبر ځوځات هم، زیات شوی نه دی. (وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ)
۹ _ د دنيا او آخرت اجر يو ځاى کېداى شي (آتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ)
وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّنَ الْعَالَمِينَ (۲۸)= او لوط هم (مو په رسالت ولېږه) چې خپل قوم ته یې وويل: ((تاسې یو داسې ناوړه کار ته ملا تړلې، چې په دې کې له نړیوالو یو هم درباندې ړومبی شوی نه دی!
ټکي:
*د ((فاحشة)) کلمه هغه عمل يا خبرې ته ويل کېږي، چې بدي يې څرګنده او ښکاره وي او داچې د “لواط” ناوړه عمل د لوط عليه السلام په قوم کې دود و؛ نو الله په قرآن کې ورته د “فاحشة” کلمه راوړې ده.
*هر نوښت ارزښت نه لري، په فساد او ګناه کې نوښت د ارزښت ضد دى؛ لکه چې هر پرمختګ ارزښت نه لري؛ ځکه کله يو ميکروب او رنځوري هم بدن ته ورننوځي، چې تل د پرمختګ په حال کې وي او هر پرشاتګ هم بد نه وي؛ لکه يو رنځور، چې طبيب ته ورځي او موخه يې دا وي، چې خپل پخواني حال (روغتيا) ته ورستون شي.
پېغامونه:
١ _مشران دې د ټولنې مفاسدو او عمومي خطرونو ته پام ولري او د منځه وړو لپاره يې کوښښونه وکړي (لوط عليه السلام هم د خپل وخت په مشهورې ګناه پسې راواخسته)(قَالَ …. لَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ)
٢ _“لواط”، د لوط علیه السلام تر قوم مخکې مخينه نه درلوده(مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّنَ الْعَالَمِينَ)
أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ السَّبِيلَ وَتَأْتُونَ فِي نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ (۲۹) = ايا تاسې نارينه وو ته ورځئ او (د انساني نوغي د پايېنې) لار پرې كوئ او پخپلو غونډو كې ناوړه چارې كوئ؟!))؛ خو د قوم ځواب يې يوازې دا و، چې و يې ويل: ((كه له رښتينو يې (؛ نو همدا اوس) الهي عذاب راوله!))
قَالَ رَبِّ انصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ(۳۰) = (لوط) وويل: ((پالونكيه! پر فسادګرې ډلې مې بريالى كړه.))
ټکي:
د ((نادى)) کلمه د عمومي غونډې پر مانا ده. په تفسيرونو کې راغلي: د لوط علیه السلام قوم د ادب او اخلاقو له پلوه یومخې پرېوتی و، په فساد او تباهۍ کې ډوب ول، تردې چې په عمومي غونډو کې يې يو بل ته بدې خبرې کولې، جواري يې کوله، په ډله کې لغړېدل، پر لار تېرېدونکيو يې ډبرې ورولې او په ډله کې به يې ټيزونه او پسکۍ اچولې، له مسافرو سره يې لواط کاوه او مالونه يې ترې په زور اخستل.
*د عذاب غوښتنه د نورو قومونو او انبياوو له اړخه هم نوموتې ده، د نوح علیه السلام او عاد قوم وويل: ((فَأْتَنِا بِمَا تَعِدُنَا[30])) د ثمود قوم له صالح علیه السلام څخه وغوښتل: ((فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا[31])) او همداراز د حضرت محمد صلى الله عليه و آله وسلم پر مهال هم ځينو وويل: ((ائْتِنَا بِعَذَابٍ))[32]
*کېداى شي په آيت کې له ((قطع سبيل)) څخه مراد، پر خلکو لار بندول او د مال چور کول او ورسره لواط وي.
پېغامونه
١ _انسان خو دې ته حيرانېږي، د شهوت د لرې کولو لپاره، چې طبيعي او شرعي لار وي؛ نو لواط د څه لپاره! (أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ)
٢ _د فساد دود بايد ددې لامل نشي، چې موږ له بدیو له منع څخه لاس واخلو(أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ) (سره له دې چې فساد دود و؛ خو بيا هم لوط عليه السلام خلک له بديو منع کول)
٣ _ اخلاقي فساد، د ګروهیز فساد لامل دى (په ګناهونو کې ډوبېدل او اخلاقي ارزښتونو ته نه پاملرنه ددې لامل شوه، چې ان د لوط علیه السلام پر پېغمبرۍ يې هم شک وکړي (لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ – ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ)
٤_الله تعالی د انسان شهوت پوره کونې ته هم لار ښوولې ده(السَّبِيلَ)
٥ _ښکاره ګناه کول، تر ټولو ناوړه ګناه ده(فِي نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ)
٦ _ امنيت او عمومي عفت دې وساتل شي(فِي نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ)
٧ _ د ښکاره ګناه پايله، تلپاتې رسوايي ده (د لوط قوم د لنډ وخت لپاره په ښکاره ګناه وکړه، خو له پېړیو پېړیو راهیسې بدنام دي) (فِي نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ….)
۸- رښتینولي، ان د بېلاریو په نظر کې هم ښه کار دی. (إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ)
۹ _لواط فاحش او منکر چار دى(الْمُنكَرَ – لَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ) او لوطي، مفسد فی الارض دی. (رَبِّ انصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ)
۱۰ _ يوازېتوب بايد ددې لامل نشي، چې له بديو منع ته شا کړو(سره له دې چې لوط علیه السلام يوازې و؛ خو د بېلاريو د بېلارۍ پرخلاف ودرېد(رَبِّ انصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ)
١۱ _تل بايد پر مفسدانو د لاسبرۍ په فکر کې وسو؛ نه داچې واکمني يې ومنو(رَبِّ انصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ)
ستر ګناهونه
د الله تعالی له هر امره سرغړونه ګناه ده. يو لړ مسايل د ګناه خطر زياتوي؛ لکه:
١ _ د ګناه ډول: د بېلګې په توګه: د خلکو مال خوړل حرام دي؛ خو د پلارمړي مال دا ګناه زياتوي.
٢ _وخت او ځاى: ګناه په هر وخت او ځاى کې ناوړه چار دى؛ خو په سپېڅليو وختونو او ځايونو کې؛ لکه په روژه او جومات کې ډېره زياته ګناه لري.
٣ _ د ګناه کوونکي شخصيت: د هغوى حساب په ګناه کې له نورو سره توپیر لري، چې په ټولنه کې خلکو ته بېلګه وي. الله تعالی د پېغمبر اکرم مېرمنو ته وايي: که ګناه مو وکړه؛ نو د نورو ښځو په پرتله به دوه ګرايه سزا درکول کېږي. هو! که پلار، مور او ښوونکى، ګنا وکړي؛ نو اولاد او زده کړیالان به یې هم ګناه ته ورنږدې شي.
٤ _ ښکاره ګناه: ښکاره ګناه، د ګناه عذاب زياتوي؛ ځکه ښکاره ګناه هم د قانون ماتونې لپاره ډاډ دى، هم د خلکو شخصيت ته سپکاوى او هم د نورو ډاډه کول دي. د لوط قوم په عمومو غونډو کې بربنډېدل او پر هر بد چار يې لاس پورې کاوه، تردې چې قرآن وايي: (فِي نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ)؛ يعنې په عمومي ځايونو کې مو منکر کاوه.
داچې قرآن د ((نادى)) کلمه کارولې ده، راښيي چې ټولنه هم حريم لري، چې بايد وساتل شي او که ونه ساتل شي؛ نو نورو ته د فساد لار پرانځي.
٥ _ د نورو ګناه ښکاره کول: ډېری خلک د دين او تقوا درلودو له لامله ګناه نه کوي؛ خو ډېرى د ټولنيزې حياء له کبله ځان ساتي؛ خو که د حيا پردې وشلېدې؛ نو پر ټولنه به د فساد نېز راشي، چې هېڅ څوک يې مخه نشي نيولای؛ نو څوک هم حق نه لري خپله کړې ګناه نورو ته هم ووايي او څوک حق نه لري، د چا ګناه بل چا ته ووايي، د ګناه له مراسمو، عکس او فيلم اخستل منع دي؛ ځکه دا ډول عکسونه او فيلمونه په ټولنه کې د ګناه بدي او رټنه کموي او د نورو فساد ته لار هواروي.
د فساد او فحشا خورول دومره خطرناک دي، چې ان په اړه يې فکر هم ستره ګناه شمېرل شوې ده.
قرآن په نور سورت ١٩ آيت کې وايي: هغوى چې خوښېږي، د مؤمنانو بدۍ خورې کړي؛ نو په دنيا او آخرت کې به دردونکى عذاب ولري.
د فساد له خورولو سره مينه، کله په قلم وي، کله د فحشا د مرکزونو په جوړولو وي، کله د نورو په هڅولو او کله هم د فحشا د امکاناتو په چمتو کولو وي. امام صادق رحمة الله علیه وايي: هغه تن ددې آيت مصداق دى، چې د مؤمن ګناه وويني يا واوري او بل ته یې ورسوي.
په يوه بل حديث کې راغلي: څوک چې د چا بد چار خپور کړي او نورو ته يې ووايي؛ نو داسې به وي؛ لکه پخپله يې چې کړى وي[33]
د ډېرى ستونزو سرچينه مو هغه خوى دى، چې غواړو خلک بې پته کړو، که څه ناخبره يو؛ خو دا کار کوو؛ لکه چې په نور سورت ١٩ آيت کې راغلي: الله پوهېږي؛ خو تاسې نه پوهېږئ.
لنډه او سپينه داچې له ګناهونو سره مينه درلودل هم ګناه ده، د نورو د ګناه کيسه کول او د خلکو بې پته کول خو لا څه کوې!
٦ _په ګناه کې مرسته: له نورو سره په ګناه کې مرسته او ورته لارښوونه داسې ده؛ لکه چې پخپله يې کړې وي.
د همدې سورت (عنکبوت) په ٣٢ او ٣٣ آيتونو کې به ولولئ، چې د لوط علیه السلام مېرمن هم د لوط د قوم په څېر پوپناه شوه او ګناه يې دا وه، چې خلکو ته يې د ګناه لارښوونه کوله. د بېلګې په توګه: فاسدو وګړيو ته يې خبر ورکاوه، چې لوط علیه السلام ته مېلمانه راغلي؛ نو د عذاب پر مهال، چې الله د لوط علیه السلام کورنۍ ساتله؛ نو دا مېرمن په هلاکو شويو کې وه. هو! د يوه چا مېرمنتوب يا مېړه توب د ژغورنې لار نه؛ بلکې د فکر يووالى، د ژغورنې لار ده.
وَلَمَّا جَاءتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُوا إِنَّا مُهْلِكُو أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ (۳۱) = او چې (له پرښتو) زموږ استازي ابراهيم ته په زیري ورغلل، ويې ويل: ((موږ به ددې سیمې اوسېدونكي (د لوط قوم سیمو ته اشاره وه) هلاك كړو؛ (ځكه) چې خلك يې ظالمان دي.))
ټکي:
* پر مفسدانو د لوط عليه السلام د لاسبرۍ دعا قبوله شوه او الله د عذاب پرښتې ورولېږلې.
((سدوم)) د لوط عليه السلام د قوم سيمه وه، چې د ابراهيم علیه السلام سيمې ته نږدې وه.
ابراهيم علیه السلام او مېرمن یې ساره بي بي نژدې١٠٠کاله عمر درلود، چې الله تعالی پرې د اسحق علیه السلام زېرى وکړ[34].
امام سجاد په صحيفه سجاديه کې د پرښتو د ډلو نامې اخلي، چې هر يوه ځانګړې دنده لري؛ خو هغه پرښتې چې ابراهيم علیه السلام ته راغلې؛ څو دندې يې درلودې: هم يې دنده درلوده، چې پر ابراهيم علیه السلام د زوى زېرى وکړي، هم يې د لوط علیه السلام پر قوم د عذاب راوستو خبر راوړي و او هم يې دا کار وکړ(عذاب يې راووست).
د لوط علیه السلام ټول قوم د لواط ګناه نه کوله؛ بلکې يوې شهوتپالې بېلارې ډلې دا چار کاوه؛ خو د الله عذاب، چې ورغى؛ نو ټوله سيمه پوپناه شوه او کېداى شي دا چار د هغوى د بېځايه چوپتيا او له بديو د نه منع کولو په پار د ظالم لقب پرې کېښوول شو(إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ)
پېغامونه:
١ _ د مرتبو لړۍ ته دې پاملرنه وشي (هغه پرښتو، چې د لوط علیه السلام د قوم هلاکولو دنده يې درلوده؛ نو لومړى يې ابراهيم علیه السلام ته خبر راووړ، چې اولوالعزم پېغمبر و او بيا يې لوط علیه السلام ته) (جَاءتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ)
٢ _د الله تعالی د صالحو بندګانو دعا قبلېږي (رَبِّ انصُرْنِي … إِنَّا مُهْلِكُو)
٣ _پرښتې د الهي پرغز- قهر مامورانې دي (جَاءتْ رُسُلُنَا…. بِالْبُشْرَى…. إِنَّا مُهْلِكُو)
٤ _لومړى ښه خبر او بيا بد ورکول پکار دي (وَلَمَّا جَاءتْ …. بِالْبُشْرَى…. إِنَّا مُهْلِكُو)
٥ _ د ظلم پايله، ورکېدل دي (إِنَّا مُهْلِكُو…. ظَالِمِينَ)
٦ _ د يوې سيمې يا ښار ټول خلک، چې ظالمان شول؛ نو د الله عذاب ته دې په تمه شي(إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ)
قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَن فِيهَا لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ (۳۲)= ((ابراهيم) وويل: ((لوط (هم) هلته دى!)) و یې ويل: ((رامعلومه ده، چې څوك پکې دي، دی او كورنۍ يې ژغورو؛ خو بې له مېرمنې يې چې (په ګناهګار قوم كې) له پاتېدونکيو ځنې ده.))
ټکي:
له دې آيته او د ذاريات سورت له ٣٦ آيته ګټنه کېږي، چې يوازې لوط علیه السلام او اولاد يې مؤمن ول او ان مېرمن يې هم پر عذاب اخته شوه.
((فَمَا وَجَدْنَا فِيهَا غَيْرَ بَيْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِينَ[35]=خو موږ هلته بې له يوه كوره نور مسلمانان ونه موندل.))
د هود سورت له ٧٤ آيته ګټنه کېږي، چې ابراهيم علیه السلام، له الله تعالی د لوط علیه السلام پر قوم د عذاب نه راکیوتوغوښتنه وکړه؛ خو ورسره و نه منل شوه او ځواب راغى: له دې خبرې تېر شه ((يُجَادِلُنَا فِي قَوْمِ لُوطٍ…. يَا إِبْرَاهِيمُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا إِنَّهُ قَدْ جَاء أَمْرُ رَبِّكَ[36]))
پېغامونه:
١_په ټولنه کې د الهي اولياوو شتون، د الهي عذاب د راکوزېدو مخه نيسي (ابراهيم علیه السلام وويل: په هغه سيمه کې، چې لوط دى؛ نو څنګه پرې عذاب راوړې؟(إِنَّ فِيهَا لُوطًا)
٢ _مسئوول مدير بايد د خپل تر لاس لاندې خلکو پر احوال ځان پوه کړي او د هغوې له مشروع حقوقو دفاع وکړي(إِنَّ فِيهَا لُوطًا)
٣ _پرښتې بېل بېل کس پېژني(قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَن فِيهَا)
٤ _ انبياء او لارويان يې له الهي عذابه خوندي دي(لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ)
٥ _کله به حقپال ډېر يوازې ول(يوازې د لوط علیه السلام زامنو پر خپل پلار ايمان درلود) (لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ)
٦ _اولاد د موروپلار د اندیز ټکر پر مهال د حق لار ټاکلای شي(وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ)، د لوط علیه السلام زامنو د پلار لار د مور پر لار غوره کړه.
٧ _ ښځه خپلواک شخصيت دى او کړاى شي، د سړي یا د کورنۍ د وټیز او فرهنګي نظام تر اغېز لاندې رانشي (إِلَّا امْرَأَتَهُ)
٨ _ خپلوي د خلاصون لامل نه؛ بلکې اندیز تړاو د خلاصون لامل دى(لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ) (د لوط علیه السلام مېرمن یې هم انده نه وه، چې پرعذاب اخته شوه)
٩ _ ټولنيزه نامه او عنوان مهم نه دى؛ بلکې ايمان او عمل معيار دى(إِلَّا امْرَأَتَهُ)(د پېغمبر ښځه توب ارزښت نه دى؛ بلکې ترې لاروي او ملاتړ ارزښت دى.)
١٠ _ د پېغمبرانو مېرمنې معصومې نه دي(إِلَّا امْرَأَتَهُ)، ان د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم په ښځو کې هم الله تعالی یوازې پر ځینو ځانګړې پېرزوېنې درلودې. (فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا[37])
وَلَمَّا أَن جَاءتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ (۳۳) = او چې لوط ته زموږ استازي ورغلل؛ نو په ورتګ يې سخت خپه او زړه تنګى شو، و یې ويل: ((مه وېرېږه او مه خپه كېږه (ځکه) چې موږ تا او ستا كورنۍ ژغورو؛ خو بې له مېرمنې دې، چې (په قوم كې دې) له پاتېدونکيو ځنې ده.
ټکي:
* د((سِيءَ)) کلمه د وارخطا کېدو پر مانا ده او د لوط علیه السلام وارخطا کېدل کېداى شي، ددې لپاره وو، چې وېره يې درلوده، د قوم فاسدان يې پر پرښتو، چې ميلمنې يې وې، تېرى وکړي او کېداى شي پر قوم يې د الهي عذاب له ورتلو وارخطا شوى و.
*((ذراع)) د لاس هغې برخې ته ويل کېږي، چې له څنګلې تر ګوتو پورې وي. د ((ذارع)) له تنګېدو څخه مراد بېوسي ده؛ ځکه د چاچې د لاس دا برخه لنډه وي؛ نو ډېری کارونه نشي کړای. څوک چې له کاره لوېږي او يا داچې کوم کار يې په لاس کې نه وي؛ نو ((وضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا)) ورته ويل کېږي[38].
«لَا تَخَفْ» د اندېښنو، پېښو او سختیو یا په ګانده کې د احتمالي تراخو په اړه دی او ((لَا تَحْزَنْ)) د تېرو چارو په باب غم ته وايي. په رښتینه کې الهي پرښتو، لوط علیه السلام ته ډاډ ورکړ، چې څوک زيان ورسولای نشي او د قوم پر تېرو کانو غوسه او غم مه خوره.
پېغامونه:
١ _په فاسدو ټولنو کې، الهي انسانان په تنګسه کې وي، ان د خپل مېلمه او اولاد ساتنې لپاره هم وارخطا وي. (سِيءَ بِهِمْ)
٢ _ نه ښايي د فساد خورېدل مو بې توپيره کړي(سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ) ديني غيرت د ايمان ځانګړنه ده.
٣ _ډېرې وارخطايۍ له راتلونکې د بې خبرۍ له لامله دي(وضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ)
٤ _ د زړه خپګان پر څېره اغېز لري، پرښتو د لوط علیه السلام په څېره کې تر وارخطايۍ ليدو روسته وويل: (لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ)
٥ _ مؤمنان په حق ژمنو او پوره ډاډګېرنې له وارخطايۍ راوباسئ او ډاډ ورکړئ (لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ)
٦ _ پر هغو خلکو زړه سوى نه دى پکار، چې د خپل ظلم او ګناه له لامله يې پر ځان الهي عذاب راوړى وي (لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ)
٧ _ حقيقت ويلو ته، لومړى مثبتو ټکيو ته اشاره وکړئ (إِنَّا مُنَجُّوكَ)
٨ _ الله تعالی خپل اولياء ساتي(إِنَّا مُنَجُّوكَ)
٩ _ کورنۍ اړيکې د خلاصون لامل نه؛ بلکې د خلاصون کونجي ايمان او صالح کړه وړه دي. (إِلَّا امْرَأَتَكَ)
١٠ _ ښځه خپلواک شخصيت دى او د ټولنې یا کورنۍ د فرهنګي او اقتصادي نظام په مقابل کې څوار کړای شي(إِلَّا امْرَأَتَكَ).
١١ _ د فساد لارښوونکي هم مفسد دي(إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ) د لوط علیه السلام مېرمن به فاسدو ته خبر ورکاوه، چې کور ته مېلمانه راغلي او د ګناه لپاره ورپسې راشئ.
إِنَّا مُنزِلُونَ عَلَى أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ رِجْزًا مِّنَ السَّمَاء بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ (۳۴)= په حقيقت کې موږ به ددې كلي پر اوسېدوونكيو، د ګناهونو له لامله یې، له اسمانه لړزوونکی عذاب نازل کړو.))
وَلَقَد تَّرَكْنَا مِنْهَا آيَةً بَيِّنَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (۳۵)= او په رښتيا، له دې (سوځېدلي كلي) مو عقلمنو ته (د عبرت درس او) یوه څرګنده نښه پرېښې ده.
ټکي:
له((الْقَرْيَةِ)) څخه مراد د ((سدوم)) سيمه ده، چې د حضرت لوط قوم پکې اوسېده. ((سدوم)) د ((شام)) په ((حمص)) سيمه کې دى او ګڼ مېشتې سمه وه.
((فسق)) سرغړونې ته وايي، چې شرک او کفر هم رانغاړي.
پېغامونه:
۱- د ناوړه کړنو پایله، الهي عذاب دی. (….. رِجْزًا مِّنَ السَّمَاء)
۲ _ له اسمانه هم الهي رحمت راځي (لکه باران او وحې) او هم الهي پرغز- قهر او عذاب (مُنزِلُونَ….. رِجْزًا مِّنَ السَّمَاء)
۳ _ د انسان کړه وړه پر طبيعت اغېز لري؛ لکه چې ښې کړنې الهي لورنې او نعمتونه راکوزوي (وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ[39]) ګناه هم نعمتونه پر عذاب بدلوي(رِجْزًا مِّنَ السَّمَاء بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ)
۴ _ د ګناه تکرار او پرې ټېنګار الهي عذاب راکوزوي (كَانُوا يَفْسُقُونَ) (د ((کانو)) کلمه د استمرار نښه ده.)
۵ _ د لرغونو آثارو د له منځ وړو مخنيوى دې وشي(وَلَقَد تَّرَكْنَا مِنْهَا آيَةً)
۶ _قرآن د تاريخ پر فلسفه او د نور قومونو پر برخليک د پوهېدو ټينګار کوي(آيَةً بَيِّنَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ)
۷ _ بايد د لرغونو آثارو ساتنه وشي؛ ځکه عبرت پکې دى(آيَةً…. لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ)
۸ _عبرت اخستنه عقل او ځيرتيا غواړي. غافل وګړي په رغۍ کتنه پر حقايقو پوهېدای نشي(لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ)
۹ _د ښيون او عبرت اخستنې شرطونه، تعقل او اندنه ده(لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ)
۱۰ _ د ټولنې پوهان دې خلکو ته د لرغونو اثارو په اړه معلومات ورکړي(لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ)
وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ (۳۶)= او (موږ) “مدين” ته د دوی رور “شعيب” [په رسالت ورولېږه] چې ويې ويل: ((زما قومه! الله ولمانځئ او د آخرت ورځې ته هيلمن اوسئ او په ځمكه کې د فساد هڅه مه کوئ.))
ټکي:
* مدين د اردن په جنوب لويديځ کې يوه سيمه ده، چې نن په “معان” مشهوره ده.
* د ((تَعْثَوْا)) کلمه له ((عثى)) اخستل شوې، چې د فساد کولو پر مانا ده.
* شعيب علیه السلام د دوو ټبرونو د لارښوونې دنده درلوده:
الف: “اصحاب مدين”، چې په اسماني کړيکه ورک شول.
ب: “اصحاب اَيکه”، چې په تندريزه وريځ ورک شول. [40]
پېغامونه:
۱- انبیاء چې د خلکو اندیز او ایماني پلرونه دي، په رورۍ ورسره چلي (أَخَاهُمْ شُعَيْبًا)
۲ _الله تعالی ته د خلکو د وربلنې پر مهال عواطف مه هېروئ (أَخَاهُمْ… يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ) (اى زما قومه! عاطفي اړخ لري)
۳ _توحيد او معاد د انبياوو د بلنې سرټکي دي (اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآخِرَ)
۴ _ د الله تعالی بندګي او پر مبداء او معاد ايمان، له فساده د لرېتوب لامل دى (اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآخِرَ وَلَا تَعْثَوْا)
۵- انسانان معصوم او پاکلمني نه دي او کله ښو یېږي او پر ګناه اخته کېږي؛ خو اګاهانه، په لوی لاس او ټینګار فساد د منلو نه دی. (وَلَا تَعْثَوْا….. مُفْسِدِينَ)
څوک مفسد دى؟
چې کله الله تعالی پرښتو ته وويل: انسان پنځوم او هغه خپل خلیفه کوم؛ نو پرښتو وارخطا الله تعالی ته وويل: (أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء[41])؛ يعنې داسې څوک خپل خليفه کوې، چې فساد کوي او وينه تويوي؟ الله تعالی ورته وويل: له داسې څه خبر يم، چې ترې خبر نه ياست.
وژنه، وينه تويونه او ناامني راوستل، د فساد روښانه بېلګې دي؛ خو قرآن څو نور څيزونه هم فساد شمېرلي، چې يو يې هم مالي او اقتصادي/ وټيز فساد دى.
شعيب عليه السلام په داسې قوم کې ژوند درلود، چې ډنډۍ وهل په کې دود و؛ نو شعيب علیه السلام پردې سربېره چې، د ایکي يو الله تعالی عبادت ته يې رابلل، له دې بد چاره يې هم ژغورل؛ لکه چې په اعراف سورت کې لولو: ((فَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ[42] = نو ځكه کچ مچ او تول پوره كوئ او د خلكو له مالونو څه مۀ كموئ او(د ايمان او د پېغمبرانو د بلنې په رڼا كې) چې په ځمكه کې روغه جوړه شوې ده؛ نو پكې فساد مۀ راولاړوئ.))
هو! د خلکو حق لتاړل، کم کاري او ډنډۍ وهل، يو ډول مالي او وټيز فساد دى، چې ټولنې ته ډېرې ناوړې پايلې لري، چې يوه يې هم حرامه روزي ده. حرامه روزي انسان فاجر او بدچاروي او که دا حرام خوري جبران نشي؛ نو انسان به پر کفر او نټې/ انکار لاس پورې کړي.
قرآن کريم د “مطففين” سورت په پيل کې وايي: افسوس پر ډنډۍ وهوونکيو! او بيا په ٧ آيت کې هغوى ته “فجار” او په ١٠ آيت کې ورته “مکذبين” وايي. له دې درېیو آيتونو جوتېږي، چې انسان سوکه سوکه پرېوځي، چې لومړى ګام يې ډندۍ وهل او حرام خوري ده. دويم ګام فاسد او فاجرېدل او په پاۍ کې د حق پر وړاندې درېدل دي.
ددې خبرې لووی/شاهد د کربلا پېښه ده: سره له دې چې د کوفې او شام لښکر امام حسين پېژانده؛ خو بيا يې هم وژلو ته مټې رانغاړلې وې، چې امام ورته وويل: ددې ستر خيانت دليل دادى، چې ګېډې مو له حرامو ډکې شوي دي[43].
حديث وايي: حرام مال وده نه لري او که وده يې وکړه؛ نو برکت به نه لري[44].
په يوه بل حديث کې راغلي: حرام مال ان د انسان پر ځوځات اغېز لري.
د لمانځه قبلېدو شرط دا دى، چې په هغه ځاى کې چې اودس او لمونځ کوو او همداراز جامې او اوبه یې هم باید غضبي نه وي.
ان که په ماشومتوب کې مو هم د چا مال تصرف کړى وي؛ نو بايد په يو ډول يې خاوند رضا کړو او که مړ شوى وي؛ نو وارثان يې راضي کړو.
که د چا پوروړی وې او پر لمانځه ولاړ وئ او راغى او د خپل پور پر غوښتو يې ټينګار کاوه؛ نو بايد سلام واړول شي، پور يې ورکړ شي او له سره لمونځ پيل کړو.
که چا له هماغه پيله دا هوډ نيولى وي، چې د خپلى کورودانې مهر ور نه کړي او ورسره کوروالى وکړي؛ نو روايتونه وايي، چې داسې به وي؛ لکه چې زنا يې ورسره کړې وي.
فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ (۳۷) = نو هغه یې دروغجن وګاڼه او (په پايله کې) دوی زلزلې ونيول؛ نو سهار پخپلو كورونو كې پړمخې (مړه) پراته ول.
ټکي:
د ((الرَّجْفَةُ)) کلمه د ځمکې لړزېدو پر مانا ده.
((اراجيف)) هغه خبرې او خبرونه دي، چې د خلکو ګروهه او روحيه سستوي او ((مرجفون)) هغوى ته ويل کېږي، چې دا ډول خبرې وکړي يا وليکي.
((جاثمين)) پر ګونډو کېناستو او پر ځمکه غورځېدو ته وايي؛ لکه هغوى چې پر عذاب اخته شول، زلزلې له خوبه راويښ کړل، تراوسه لا سم نه ول راپاڅېدلي، چې عذاب مهلت ور نه کړ او مړه شول.
پېغامونه:
١ _د انبياوو دروغجنول، د الهي پرغز- قهر د راکوزېدو لاره چاره برابروي (فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَتْهُمُ)
٢ _هغه انسان، چې د الله له پرغزه نشي تښتېدلى؛ نو څنګه حق په دروغو ګڼي؟ (فَكَذَّبُوهُ…. فَأَصْبَحُوا…. جَاثِمِينَ)
٣ _ کور چې د انسان د دمې او ارام ځاى دى، د الله په پرغز د عذاب پرځاى بدليداى شي(فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ)
وَعَادًا وَثَمُودَ وَقَد تَّبَيَّنَ لَكُم مِّن مَّسَاكِنِهِمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَكَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ (۳۸) = او موږ د “عاد” او “ثمود” (قومونه) (هم هلاك كړل) او د دوی (ځینې ويجاړ شوي) كورونه درته جوت شوي، شيطان خپل كړه وړه ورته ښايسته كړي ول؛ نو (د الله) له لارې یې واړول، حال دا (په دنيوي چارو كې هوښياران او) د ليد خاوندان ول.
پېغامونه:
١ _د ځينو لرغونو تاريخي آثارو ساتل، د خلکو د عبرت لپاره لازم دي(تَّبَيَّنَ لَكُم مِّن مَّسَاكِنِهِمْ)
٢_خپلو بدو ته، ښه کتل د شيطان لومه ده(زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ)
٣ _ ګناه کولو ته تبليغات او مخونه ورکول، له حقه د کږېدو لامل دى(زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ…. فَصَدَّهُمْ)
٤ _ انسان په فطرت کې له ښکلا سره مينه لري او شيطان د انسان له دې دنننۍ غوښتنې ناوړګټنه کوي (زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ…. فَصَدَّهُمْ)
٥ _ شيطان پر پوه انسانانو هم يرغل کوي (زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ….. وَكَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ)
٦ _الله تعالی پر هېڅ قوم تر غاړې خلاصونې مخکې عذاب نه راکوزوي (وَعَادًا وَثَمُودَ…. وَكَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ)
٧ _ خلک د فطرت، عقل او انبياوو په لارښوونه سمه لار مومي(كَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ) خو شيطان هم بېکاره نه کېني(زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ…. فَصَدَّهُمْ)
وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَلَقَدْ جَاءهُم مُّوسَى بِالْبَيِّنَاتِ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ وَمَا كَانُوا سَابِقِينَ (۳۹) = او “قارون”، “فرعون” او “هامان” (هم مو هلاك كړل) او په رښتيا موسى له څرګندو ښکارندو سره ورغی؛ خو دوی پرځمكه لويي وكړه؛ حال دا، (د الله پر ارادې) ورمخكې کېداى نشول (چې له عذابه یې وتښتي).
پېغامونه:
١ _د استکبار پاى، ورکېدل او له منځه تلل دي او شوم برخليک يې راته عبرت دى (وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ).
٢ _غاړه خلاصول او بيا نيونه الهي سنت دى (جَاءهُم مُّوسَى بِالْبَيِّنَاتِ).
٣ _ استکبار ډول ډول څېرې لري (قارون د مال پالۍ ښکاروندى و او فرعون او هامان د ځواک پالۍ)؛ خو له حق سره په ځېل او سرغړونه کې ټولو یو دریځ درلود (وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ – فَاسْتَكْبَرُوا).
٤ _ زر او زور د الله تعالی پر ځواک اغېز نه لري (وَمَا كَانُوا سَابِقِينَ).
٥ _قومونه، ملتونه، زر، زور او تزوير، د الله تعالی ځواک ته د ټينګي نه دي(وَعَادًا وَثَمُودَ…. وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ …).
فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنبِهِ فَمِنْهُم مَّنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُم مَّنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُم مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْضَ وَمِنْهُم مَّنْ أَغْرَقْنَا وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ (۴۰)= نو موږ (له دوی) هر يو په خپله (خپله) ګناه راونيو؛ نو پر ځينو یې مو تيز کاڼيز باد راوالوځاوه او ځينې یې اسماني كړيكې راګېر کړل او ځينې یې مو پر ځمكه ننايستل او ځينې یې مو په اوبو کې ورډوب كړل او [دا] الله نه و، چې ظلم یې پرې وکړ، بلکې پخپله یې پر ځانونو تېری کاوه.
ټکي:
* د ((حاصب)) کلمه د هغه توپان پر مانا ده، چې له کاڼو او ږلۍ سره وي. ((خسف)) پر ځمکه ډوبېدو ته وايي.
* عاد قوم په توپان، ثمود قوم په اسماني کړېکې، قارون په ځمکه ډوب شو او فرعون او هامان په سيند لاهو شول.
هو! کله الهي عذاب د همدې طبيعي عواملو له لارې وي.
پېغامونه:
١ _ د يوه مطلب تر ويلو روسته یې راټولول او لړليکول ګټور دي (فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنبِهِ….)
٢ _ټولې سزاوې قيامت ته نه ساتل کېږي (ځينې قومونه په همدې دنيا کې پر عذاب اخته شول) (فَكُلًّا أَخَذْنَا…)
٣ _ د الله پاک پر مهلت ورکولو مه مغرورېږئ، چې د ګناه پايله سزا ده (فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنبِهِ)
٤ _ الله تعالی هر ډول عذاب راکوزولاى شي (حَاصِبًا – خَسَفْنَا _ أَغْرَقْنَا)
٦_د الهي عذاب او پرغز د راکوزېدو بنسټ عدل دى (وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ)
٧ _ د هر چا برخليک یې د کړنو پايله ده (كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ)
٨ _ د حق پر وړاندې لويي، پر ځان ظلم دى (كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ)
٩ _د ظلم دوام، تر ظلمه ناوړه دى(كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ)
مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (۴۱) = د هغو خلکو بېلګه، چې د الله پر ځای یې پالندویان نیولي داسې ده؛ لکه غڼه چې (د خپلې خولې په اوبو) ځان ته یو کور جوړ کړي او په حقيقت كې – كه پوهېدل – تر ټولو کورونو کمزورى کور د غڼې كور دى.
ټکي:
*د همدې آيت له لامله، پردې سورت د عنکبوت (غڼه) نامه ايښوول شوې ده.
*افلاطون وايي: مچ په حشراتو کې خورا حريص دى، چې د خپل ژوند پايښت ته پر تروو، خوږو چټليو او ټپونو کېني؛ خو غڼه تر ټولو زغمناکه حشره ده، چې په يوه ګوټ کې بڼل کوي او قناعت لري او هېښنده خو داده، چې خورا حريصه حشره، د خورا چوپې حشرې ښکار کېږي، مچ پر خپلو پښو ورځي او د غڼې پر ځاله کېني او غڼه یې هم په خپلو تارونو ښکار کوي.
پېغامونه:
١ _په ښوونه او رزونه کې له بېلګې ګټنه ګټور چار دى (مَثَلُ الَّذِينَ…) او غوره بېلګه هغه ده، چې په هر ځاى او وخت کې ټولو خلکو ته د پوهېدو وړ وي(كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ)
٢ _ د شرک بنسټ هم د غڼې د ځالې په څېر سست او بې بنسټه دى (مَثَلُ الَّذِينَ… كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ…)
٣ _غڼه په لریو او پرېښوول شويو ځايونو کې ځاله بڼي او شرک هم پر هغو زړونو اغېز لري، چې له الله تعالی څخه لرې وي (دُونِ اللَّهِ – كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ)
٤ _د غڼې ځاله، تش په کور یادېږي، غیر الله هم تشې نامې دي (دُونِ اللَّهِ – أَوْهَنَ الْبُيُوتِ)
٥ _غڼه انګېري، چې ور لري او کور يې د پېښو پر وړاندې ټينګ دى، مشرک هم همداسې انګېري (أَوْهَنَ الْبُيُوتِ)
٦ _ الهي ولايت غښتلى او پیاوړی بنسټ لري (كَأَنَّهُم بُنيَانٌ مَّرْصُوصٌ[45])؛ خو بې له الله تعالی د بل ولايت د غڼې د ځالې په څېر سست او اومړی دى (أَوْهَنَ الْبُيُوتِ)
٧ _کله انګېزې، خيالونه او دوستۍ، د حق پېژندو مخنيوى کوي (لَوْ كَانُوا يَعْلَمُون) [لکه چې ويل کېږي: « حب الشئ یعمی و یصم» ځينې مينې انسان کوڼ او ړندوي.]
٨ _مشرکان د ناپوهۍ له لامله، د الله تعالی پرځاى په بل پسې وردرومي (لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ)
٩ _ځينو دومره ځان ډوب کړى وي، چې د راايستو یې هېڅ هيله نه وي(لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ)
د غڼې ځاله
هر ژوى او حشره کور لري؛ خو د يوه کور هم د غڼې په څېر سست نه دى. دا کور له ډېرو نازکو تارونو بڼل شوى، چې د ښکار لپاره ترې ګټنه کوي او هم پکې وسېږي.
قرآن د الله تعالی پرځاى بل ته پناه وړل، د غڼې جال ته ورته کړى، چې په ډېر سست څيز يې ډډه وهلې؛ هغه کور چې په وړوکي پوکي يا حرکت له منځه ځي.
په قرآن کې ١٢٠ ځل د “دون الله” او “دونه” کلمه کارول شوې، چې يو يې هم د همدې سورت (عنکبوت) په ٤١ آيت کې دى.
((دون الله)) د الله تعالی پرځاى بل ته ويل کېږي او شرک؛ يعنې داچې انسان بل څيز او يا بل څوک د الله تعالی پرځاى راوړي او یا یې ورسره یو شان وګڼي او توپير نه لري، چې جماد وي؛ لکه بوت پالي، چې بوتان د الله تعالی پرځاى او ستورنمانځو به ستوري لمانځل او که څاروى وي. د بېلګې په توګه: ځينې غوا ته پر سپيڅلتيا قايل وي. د بېلګې په توګه: ځينې پرښتې او پېريان لمانځي او يا ځينې دا موجودات د الله تعالی اولاد ګڼي او يا که انسان وي؛ لکه ځينو کتابیانو، چې عيسى علیه السلام، له الله تعالی سره برابروي او تر بشره يې پورته بولي.
ځينې له هغو راهبانو او شیخانو بې قيد و شرطه لاروي کوي، چې دنيا يې پرېښې وي؛ لکه څنګه چې قرآن وايي: (اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ[46])
د کتابیانو ځينوعالمانو حرام، حلال او حلال یې حرام کړي ول، چې خلکو هم لاروي ترې کوله.
هو! د الله تعالی پرځاى له بله بې قيد و شرطه لاروي، يو ډول د الله تعالی پرځاى د بل بندګي ده. عشق، مينه، دوستي او لاروي دې بريد او پوله ولري.
البته يوه خبره هېرول نه دي پکار چې د الله تعالی پرځاى له بله لاروي شرک دى؛ خو له انبياوو او امامانو لاروي ددې لپاره ده، چې د الله تعالی حکم دى، چې په حقيقت کې له الله تعالی لاروي ده.
((مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ[47]))
((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ[48] = مؤمنانو! له الله استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ.))
البته له هغه اولى الامره د الله تعالی او رسول ترڅنګ بې قيد و شرطه لاروي پکار ده، چې متقي وي؛ ځکه الله تعالی له هغوى د لاروۍ فرمان نه ورکوي، چې پخپله ګناه کوي او تېروځي.
لنډه داچې بشر بايد يوازې له الله تعالی لاروي وکړي، چې پنځګر يې دى او يا له هغوى لاروي وکړي، چې الله تعالی ترې د لاروۍ حکم کړى وي، که نه، د ګناهګار په منګولو کې د بشر لاس ورکول، له انسانيت سره ظلم دى.
له طاغوته لاروي، د يوه ډول سپکاوۍ، ګواښ، ناپوهۍ، ځلبل، امکاناتو او تبليغاتو له لامله وي، په قرآن کې راغلي: فرعون به د خلکو په تحمیقولو دوی خپلې لاروۍ ته اړ کړل (فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ[49])
ولې د الله پاک پرځاى، په بل پسې ولاړ شو؟
که ځواک غواړئ؛ نو ټول ځواکونه د الله تعالی دي (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا[50])
که عزت غواړئ؛ نو عزتونه خو د الله تعالی په لاس کې دي (فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا[51])
که د رزق پراختیا غواړئ؛ نو قرآن وايي: ((وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ شَيْئًا وَلاَ يَسْتَطِيعُونَ[52]= او د الله پرځاى داسې څيزونه لمانځي، چې هغوى له اسمانونو او ځمكې دوى ته د روزۍ رسولو اختيار نه لري او (ددې كار) وسه (هم) نه لري))
که ملاتړ غواړئ؛ نو پوه شئ، چې بې له الله تعالی بل نه ګټه در رسولاى شي او نه تاوان، (لَا يَنفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ[53]) نه ملاتړ لري او نه ولايت (وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ[54])
الله تعالی په ځغرده ويلي: بې له ما هغه راوښيئ، چې څه يې جوړ کړي وي (أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا[55])
که ټول ځواکونه يو لاس شي؛ نو يو مچ نشي جوړولاى (لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ[56])
إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (۴۲)= په حقيقت کې دوى، چې بې له ده هرڅه بلي (او لمانځي)، الله یې پېژني او هغه ناماتى حكيم دى.
وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ (۴۳) = دا بېلګې د خلکو (پوهېدنې ته) راوړو؛ خو يوازې پوهان پرې پوهېږي.
پېغامونه:
١ _ د انسان غير الهي ليوالتياوې، د الله تعالی تر څارنې لاندې دي؛ نو ځان د الله تعالی د پوښتنو ځواب ته چمتو کړئ(إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ….).
۲- د غڼې له تار سره د شرک ورته والی او تشبیه، د الله پاک له پوهې راولاړه ده. « كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ…. إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ»
۳ _ددې پرځاى چې د الله تعالی پرځاى پر بل ډډه وهو، چې د غڼې د ځالې په څېر سسته ده؛ نو ولې پر الله تعالی ډډه نه کوئ، چې غښتلى او بريمن دى(وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ)
۴ د انسان شرک، الله تعالی ته تاوان نه رسوي(وَهُوَ الْعَزِيزُ)
۵ _د الله تعالی عزت له حکمت سره دى، (نه داچې يو بې سول- منطق ځواک وي) (الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ)
۶ _ د قرآن مثالونه ژور دي او پر خلکو سربېره، پوهان دې هم پکې ژوره اندنه وکړي(نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ)
۷ _ الله تعالی وايي: که ځان پر قرآن سم پوهول غواړئ؛ نو د پوهې زده کړې ته ملا وتړئ (وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ)
۸ _پوهان دنده لري، د قرآن پر مثالونو او آيتونو خلکو ته رڼا واچوي (تِلْكَ الْأَمْثَالُ… وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ)
خَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ(۴۴)= الله اسمانونه او ځمكه په حق (د لزوم او مصلحت له مخې په سمه توګه) پيدا كړي، په حقيقت كې په دې (پېدايښت) كې مؤمنانو ته يو عبرت (او د پنځوونکي د ځواک دلیل) دى.
ټکي:
*بې له الله تعالی هر څوک او هر څه د غڼې د ځالې په څېر سست او کمزوى دى؛ خو الله تعالی:
الف: هم عالم دى((يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ)) (تېر آيت)
ب: هم ناماتی حکيم دى((وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ))
ج: هم د هستۍ پنځګر دى(خَلَقَ اللَّهُ…)
پېغامونه:
١- پنځون موخه لري او بېځايه نه دی او زموږ نړۍ ليد دې هم موخن وي(لَآيَةً)
٢- توکيزیان/مادیون په توکېو کې تمېږي؛ خو مؤمنان له ښکارندو تېرېږي او الله پېژندنې ته رسي(لَآيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ)
٣-ايمان د هستۍ د حقانيت د درک یو شرط دی (بِالْحَقِّ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ)
اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (۴۵)= هغه څه ولوله، چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ذکر [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، الله پرې پوهېږي.
ټکي:
په دې آيت کې الله تعالی خپل پېغمبر ته د قرآن لوستو او لمانځه لارښوونه، يو ځای راوړې ده؛ ځکه قرآن او لمونځ د ځواک ورکولو زېرمې دي. الله تعالی خپل استازي ته د درنې دندې ورکولو خبر ورکوي (إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا[57])، ورته وايي، د دې درنې دندې سر ته رسولو ته له دوو ځواک ورکوونکيو ګټنه وکړه:
الف: قرآن لوستل (وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا[58])
ب: تهجد لمونځ (إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْءًا وَأَقْوَمُ قِيلًا[59])
هو! د چا چې دروند بار پر اوږو وي؛ هم ټينګو ګامونو ته اړين دى، چې پښه يې ښويه نشي او هم پراخې سينې ته چې تر بار لاندې ناروا خبره و نه کړي. د قرآن لوستل او د شپې لمونځ هغه وخت دی چې ټول ويده وي؛ نو دا دواړه د کلکو ګامونو او پراخې سينې لپاره اړین دي.
دا آيت د قرآن پر لوستو سپارښته کوي، چې په روايتونو کې هم راغلي دي: قرآن داسې ووياست، چې ويده زړونه راويښ کړي؛ نه داچې موخه مو دا وي، چې ژر تر ژره سورت خلاص کړئ، که د دوزخ آيتونو ته ورسېدئ؛ نو ودرېږئ او له الله تعالی پنا وغواړئ او چې د جنت آيتونو ته ورسېدئ؛ نو صبر وکړئ او له الله تعالی يې وغواړئ[60].
پردې آيت سربېره، لمونځ او قرآن، د قرآن په نورو ځايونو کې هم راغلي؛ لکه:
يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ[61]
يُمَسَّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ[62]
((لَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ)) ته څو ماناوې دي؟
الف: لمونځ خورا ستر الهي ذکر دى، ځکه (أَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي[63]) آیت لمونځ د الله تعالی ذکر ګڼي.
ب: د الله تعالی ياد (او د زړه حضور) د لمانځه له ظاهره اوچت مقام لري.
ج: د الله تعالی ياد انسان ته تر ټولو چارو غوره دى.
د: د الله تعالی ياد له فحشاء او بدیو څخه په مخنیوي کې خورا پياوړى اړم دى.
ه: الله تعالی ياد کړئ، چې ياد مو کړي (فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ[64])[65]
و: چې الله تعالی مو یاد کړي؛ نو دا ستاسې تر یادونې خورا ستره ده. (البته دا مانا د « فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ» تر آیت له راغلیو روایاتو، پوهېدنه ده.)[66]
پېغمبر اکرم ته وويل شول: پلانى هم لمونځ کوي او هم ګناه. رسول الله ورته وويل: بالاخره يوه ورځ به يې دا لمونځ وساتي[67].
امام صادق رحمة الله علیه وايي: که څوک غواړي، چې پوه شي، لمونځ يې قبول شوى که نه؛ نو و دې ګوري، چې لمانځه له بدیو او فحشاء ژغورلى که نه؟ او بيا امام وويل: « فبقدر ما منعته قبلت منه» څومره چې لمونځ انسان له بدیو ژغوري؛ نو هومره يې لمونځ قبول شوى دى[68].
پېغامونه:
١ _يوازې د قرآن لوستل، زده کړه او پر مفاهيمو يې پوهېدل بسيا نه؛ بلکې عمل هم پکار دى (اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ…. وَأَقِمِ الصَّلَاةَ)
٢ _ د قرآن لوستل او لمونځ کول، د روزنې په سر کې دي(اتْلُ – أَقِمِ).
٣ _د الله رسول به له خلکو سره د قرآن په لوستو او الهي لارښوونو اړيکه ساتله او له خپل الله سره يې په عبادت او لمانځه اړيکه ساتله (اتْلُ – أَقِمِ).
٤ _ په ښوونه او تبلیغ کې، باید د دیني احکامو حکمت، ارزښت او اغېزې بيان کړو(أَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ).
٥ _ الله تعالی ته لمونځ ځانګړى مقام لري(أَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ) (د صلوة کلمې تکرار د ستريا نښه ده).
٦ _ د ټولنې او وګړي په سمونه کې، د لمونځ ونډه احتمالي نه؛ بلکې پرېکنده ده(إِنَّ الصَّلَاةَ) (د ((ان)) کلمه او اسميه جمله- غونډله د قرآن د آثارو د پرېکنده توب ښکاروندى ده).
٧ _ که لمونځ، انسان له بدیو او فحشاء و نه ساته؛ نو د خپل لمونځ په قبلېدو کې دې اړنګ- شک وکړي (إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى).
٨ _ د نېکو چارو خورېدل، په طبيعي توګه د ګناه د ودې مخه نيسي(إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى)
٩_د الله تعالی پوهې ته پاملرنه، د الهي احکامو د سم پلي کېدو ضمانت دى(وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ)
۱۰- په لمانځه کې ډول ډول خوالې، هنرونه او سلیقې نغښتې دي. (مَا تَصْنَعُونَ)
لمونځ او له بديو ژغورنه
پوښتنه: لمونځ څنګه وګړی او ټولنه له فحشا او بديو ژغوري؟
ځواب: ١- د ټولو بديو جرړه په غفلت کې ده او الله تعالی غافل انسان تر څاروي هم بد ګڼلى دى. ((أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ [69])) داچې لمونځ د الله ياد او غفلت لرې کولو لپاره خورا غوره وسيله ده؛ نو د بديو لارې چارې له منځه وړي.
٢ _لمونځ کول او الهي رنګ، له شيطاني رنګ اخستنې مخنيوى کوي؛ لکه که چا سپينې جامې اغوستې وي؛ نو په چټل ځاى کې نه کېني.
٣ _ د لمانځه ترڅنګ، پر زکات سپارښتنه شوې، چې وګړی د بېوزليو په اړه د کنجوسۍ او بې توپيرۍ له بديو ساتي او ټولنه د بېوزلۍ له بديو ساتي، چې د ډېرو بديو جرړه پکې ده.
٤ _لمونځ کول يو لړ احکام لري، چې پلي کول يې انسان له ډېری ګناهونو ژغوري؛ لکه:
۱- د لمونځ کوونکي د لمانځه د ځاى او جامو حلال والى، انسان د نورو پر حقونو له تېري ساتي.
۲- د لمونځ کوونکي د اوداسه د اوبو، ځاى، جامو او د بدن د پاکوالي شرط يې له ډېرو چټليو ساتي.
۳- د قبلې پر لور د درېدو شرط، انسان هر لوري ته له پامه ساتي.
۴- رکوع او سجده انسان د تکبر له بدۍ ساتي.
۵- په لمانځه کې د مناسبو جامو اغوستل، انسان د بې حيايۍ او بربنډۍ له بدۍ ساتي.
۶- د جماعت د لمانځه د امام لپاره د عدالت شرط، انسان له فسق او سرغړونې ساتي.
۷- د جماعت لمونځ انسان له بېځايه ګوښېدو ساتي.
۸- د جماعت د لمانځه شرایط او احکام ډېر ارزښتونه راژوند کوي؛ لکه: له خلکو سره يو ځاى کېدل، له مشره مخکې نه تلل، له ټولنې روسته نه پاتېدل، د جماعت د امام د حق خبرې په باب چوپتيا، نظم و انظباط، د تقوا د خاوندانو درناوى، له تفرقې لرېتوب، د جماعت په لمانځه کې د هر توک، ګوند، قوم او ژبې خلک يو ځاى په يوه ليکه کې درېږي، چې ددې ارزښتونو هر يو پرېښوول یې، منکر دى.
*په لمانځه کې د حمد سورت ویل دا ځانګړنې لري:
د هستۍ له پنځګر سره د انسان اړیکه «رَبِّ الْعَالَمِينَ»
له الله پاک مننه، پاسلنه، تعبد او په اړه یې خضوع او عاجزي «إِيَّاكَ نَعْبُدُ»
پر هغه توکل او مرسته ترې غوښتل «إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ»
معاد او قیامت ته پاملرنه او یادونه یې «مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ»
له پاکلمنو مشرانو او الهي ولیانو سره « انعمت علیهم» په یوې لیکې کې کېدل له فاسدو مشرانو کرکه څرګندول «غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ» او د ټولنې له نورو خلکو سره د انسان اړیکه بیانوي «نَعْبُد، نَسْتَعِينُ » چې له دې هر یوه غفلت، منکر یا منکر ته لاراواری کوي.
جز: (۲۱)
وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ وَقُولُوا آمَنَّا بِالَّذِي أُنزِلَ إِلَيْنَا وَأُنزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَهُنَا وَإِلَهُكُمْ وَاحِدٌ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ (۴۶)= او له هغو کتابيانو سره، چې ظلم يې نه وي کړى، په غوره دود (سولیز، مستدلل او ادبناکه توګه) ویینه وکړئ او ورته ووايئ: ((موږ پر هغه څه ايمان راوړى، چې موږ ته نازل شوي او پر هغه مو(هم) ايمان راوړى، چې تاسې ته نازل شوي او زموږ او ستاسې معبود ایکي يو دى او پوره غاړه مو ورته ایښې ده.))
ټکي:
((جدال)) په لغت کې پر يو بل وړانګو اچولو ته وايي. د هغو دوو تنو خبرو ته ويل کېږي، چې يو له بل سره لفظي او ژبنۍ نښته لري، چې يو پر بل لاسبري شي. ((جدال احسن)) هغو خبرو اترو ته ويل کېږي، چې له پېغور ملنډو، سپکاوۍ او کنځلو سره نه وي؛ بلکې بنسټ يې استدلال، مينه او سمونه وي. له ((جدال احسن)) څخه روسته، د ((قولوا)) کلمې له راوړو، ګټنه کېږي، چې دا آيت په خپله د ((احسن جدال)) يوه بېلګه ده.
امام صادق رحمة الله علیه د ((احسن جدال)) بېلګه د “يس” د سورت روستي آيتونه ګڼي، چې يو سړي روست هډوکى ورژاوه بيا يې وويل: ((مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)) څوک يې راژوندى کوي؟ قرآن ځواب ورکړ: ((قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ)) هماغه چې په لومړي ځل يې پيدا کړی؛ بيا يې هم راژوندی کوي[70].
پېغامونه:
١ _بايد په ښه ډول له کتابیانو سره خبرې اترې وشي(وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)
٢ _هغه خبرې منلوړ دي، چې منځپانګه او الفاظ یې ښه وي(بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)
٣ _ اسلام د خلکو، ښوونځيو، فرهنګونو او امتونو ترمنځ د اندنو پر تبادلې سپارښتنه کوي (بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)
٤ _ خپل مخاطبان وپېژنئ او له هرې ډلې سره مناسب چلن ولرئ؛ ځکه ظالمان پر سول او پسته ژبه نه پوهېږي (إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا)
٥ _ ټول کتابیان ظالمان نه دي(إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ)
٦ _ په خبرو اترو کې د ګروهې تر ويلو مخکې، لومړى ګډ ټکي اوڅار شي (إِلَهُنَا وَإِلَهُكُمْ وَاحِدٌ)
٧ _يوازې ايمان بسيا نه دى؛ بلکې لاروي او غاړه ايښوونه هم پکار ده. (آمَنَّا…. نَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ)
وَكَذَلِكَ أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ فَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمِنْ هَؤُلَاء مَن يُؤْمِنُ بِهِ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الْكَافِرُونَ(۴۷)= او همداسې موږ كتاب [= قرآن] تا ته نازل كړى؛ نو هغو کسانو ته چې (مخکې) مو کتاب وركړى، هغوى پرې هم ايمان راوړي او له دې ډلې (= مشركان) هم ځينې ايمان پرې راوړي او زموږ له آيتونو يوازې كافران منكرېږي.
ټکي:
((جحود)) د هغه څه منلو ته وايي، چې زړه يې نه مني او د هغه څه نه منل دي، چې زړه يې مني ((جحود)) هماغه ځېل دى.
پېغامونه:
١ _ قرآن د ټولو پخوانيو اديانو لارويان اسلام ته رابلي(فَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يُؤْمِنُونَ بِهِ)
٢ _کتابیان د مشرکانو په پرتله، اسلام منلو ته ډېر فرصت لري(فَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يُؤْمِنُونَ بِهِ)
٣ _الهي ښيون لازم او هرومرو کېدونى چار دى، که څه ځينې ځېل کوي (أَنزَلْنَا – وَمِنْ هَؤُلَاء مَن يُؤْمِنُ بِهِ)
٤ _ هغوى چې له قرآن سره آشنا کېږي او نه يې مني؛ نو په یوه ډول کفر کې راګېر دي (وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الْكَافِرُونَ)
وَمَا كُنتَ تَتْلُو مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ(۴۸) = او تا [د وحې او نبوت] تر مخه، نه كوم كتاب لوست او نه دې په خپل ښي لاس څه ليكل (خو که لوستل او ليکل دې کړاى شول؛ نو) باطل اندي هرومرو (د قرآن په اړه) شكمنېدل.
پېغامونه:
١ _خپل ليک لوست ته مه غره کېږئ، کله الهي اراده په يوه نالوستي انسان د بشر دين او فرهنګ بدلوي (وَمَا كُنتَ تَتْلُو)
٢ _د قرآن د حقانيت يو دليل د پېغمبراکرم نالوستي ده(وَلَا تَخُطُّهُ)
٣ _ د مخالفانو له پلمې راوړو او ناوړه ګټنې اخستو مخنیوي ته هوښياري پکار ده(إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ) (که پېغمبر اکرم لیک لوستى واى؛ نو خلکو به اړنګ- شک درلود، چې په خپله يې ليکلی دی)
٤ _داچې د الله تعالی رسول نالوستى و؛ نو له دې لارى الله پاک پر خلکو غاړه خلاصه کړه(إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ)
٥ _ د حق پرېښوول او په ناحق پسې تلل د رنځورۍ او د انسان د ناسمې انګېزې ښکارندوى ده(لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ)
بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ (۴۹)= بلکې دا (قرآن) د پوهانو په سينو كې د څرګندو نښو یوه ټولګه ده او يوازې [مشرک] ظالمان زموږ له آيتونو منكرېږي.
ټکي:
ددې سورت د ٤٧ آيت [چې يوازې کافران له الهي آيتونو منکران بولي او ٤٩ آيت، چې يوازې ظالمان له الهي آيتونو منکر ګڼي(وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ)] پرتلنه راښيي، چې کفر يو ډول ظلم او ظلم يو ډول کفر دى.
د تفسيرونو په کتابونو کې تقريبا شل حديثونه راغلي، چې له ((أُوتُوا الْعِلْمَ)) څخه مراد، د نبوي کورنۍ امامان دي.
پېغامونه:
١ _ که څه ځینې آیتونه متشابه دي؛ خو په ټول کې د قرآن آيتونه څرګند او څرګندوونکي دي(آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ)
٢ _قرآن پخپله په دې لووی/ ګواه دى، چې آسماني دى او بشر يې په اوډون- تنظيمولو کې لاس نه درلود(بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ).
٣ _د واقعي پوهې نښه، د الهي څرګندو آيتونو منل دي (بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ).
٤ _که څه انسان خپلې موخې ته د رسېدو لپاره، په هڅې او زيار ګاللو موظف شوى؛ خو پوهه الهي ډالۍ ده(أُوتُوا الْعِلْمَ)
٥ _ قرآن د پوهې د خاوندانو پر زړونو اغېز لري(الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ)
٦ _ فرهنګي زورمټي/ ظلم او بېځايه نټه، د ظلم څرګنده بېلګه ده (وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ)
٧ _پر څه چې انسان پوهېږي، نمښته – انکار ترې ظلم دى(إِلَّا الظَّالِمُونَ)
٨ _ د قرآن منکر ظالم دى (بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ… وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ)
وَقَالُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَاتٌ مِّن رَّبِّهِ قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِندَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ (۵۰) = او ويي ويل: ((ولې پر ده د خپل پالونكي له لوري [د حضرت موسى د کونټۍ په څېر] معجزې نازلې شوې نه دي؟!)) ووايه: ((ټولې معجزې له الله سره دي (او په حكم يې نازلېږي، نه زما او ستاسې په خوښه) او زه يوازې یو څرګند ګواښګرندى يم.))
ټکي:
خلکو له پېغمبر اکرم څڅه توکیزې- مادي معجزې غوښتې (؛ لکه د موسى علیه السلام کونټۍ او يد بيضا او….) خو له دې غافل ول، چې د هر وخت معجزه بايد له هماغه وخت سره سمون ولري؛ نو د پېغمبرانو د خاتم معجزه، کلام او وينا ده.
په خپله ووياست، چې د قرآن په څېر د معجزې په شتون سره، ايا د بلې معجزې غوښتل ناشکري نه ده؟
پېغامونه:
١-د ځېليانو پلمې نه خلاصېږي (د ډول ډول معجزو په ليدو يې بيا هم معجزه غوښته) (لَوْلَا أُنزِلَ)
٢- معجزه حکيمانه او الهي چار دى؛ نه پلمه ګرو ته لوبوزله(قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِندَ اللَّهِ)
٣- د غفلت له منځه وړو لپاره وېرول تر زېري ګټور دي(إِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ) او و يې نه ويل: (انما انا بشير)
٤- د پېغمبرانو خبره څرګنده او ابهام پکې نشته(نَذِيرٌ مُّبِينٌ)
أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَى عَلَيْهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَى لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (۵۱)= ايا دوی ته دا (معجزه) بس نه ده، چې موږ پر تا كتاب (قرآن) درنازل كړ، چې ورلوستل كېږي؟! بېشکه په دې (كتاب) كې هغوى ته لورنه او نصيحت دى، چې ايمان راوړي (او دا ډېره څرګنده معجزه ده).
ټکى:
په تېر آيت کې مو ولوستل: کافرانو له آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم څخه د حضرت موسى او حضرت عيسى په څېر معجزې غوښتې، دا آيت وايي: د پېغمبر د حقانيت جوتېدو ته همدا قرآن بس دى.
پېغامونه:
١- قرآن يو بشپړ کتاب دى، چې د بشر ټولې غوښتنې پکې نوموتې او ځواب ورکول شوي دي(أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ).
٢- قرآن د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د نبوت جوتېدو ته بسیا دى(أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ).
٣-هم د الله پېغمبر (رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ) دى او هم يې کتاب ستره لورنه ده (“رحمةً” نکره او له تنوين سره راغلى، چې د قرآن د دبدبې او ستريا ښوونکى دی).
٤- قرآن د لورنې او له غفلته د لرېتوب لامل دى(لَرَحْمَةً وَذِكْرَى).
٥- ايمان، د الهي لورنو د لاس ته راوړنو او د الهي نصيحتونو د منلو شرط دى (لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ).
قُلْ كَفَى بِاللَّهِ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ شَهِيدًا يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِينَ آمَنُوا بِالْبَاطِلِ وَكَفَرُوا بِاللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ (۵۲)= ووايه: ((همدا بس دى، چې الله زما او ستاسې ترمنځ شاهد دى، څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، هغه پرې پوهېږي او باطل باوري او له الله منکر، همدا دوی رښتوني زيانکاري دي.
ټکى:
دا آيت پېغمبر اکرم ته ډاډ او پلمګرو او ځېليانو ته ګواښ دى؛ ځکه څه چې د کافرانو او پېغمبر ترمنځ تېرېږي، الله تعالی پرې خبر دى.
تر ټولو بسيا لېينه/ ګواهي د الله تعالی لېينه ده؛ ځکه له هر څه خبر دى او لېينه یې پر بشپړې پوهې ولاړه ده.
پېغامونه:
١- که استدلال او ويينې ګټه نه درلوده؛ نو لاس ترې واخلئ او هر څه الله تعالی ته ورپرېږدئ (قُلْ كَفَى بِاللَّهِ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ)
٢- الله تعالی د قرآن په رالېږلو او په تېرو اسماني کتابونو کې د آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم د راتګ زېرى ورکړى او له دې لارو يې د آنحضرت د رښتينولۍ پخلى کړى دى (شَهِيدًا)
٣- الله تعالی له هر څه خبر دى؛ نو ځېل او پلمې د څه لپاره؟(يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ…)
٤- د لېينې بنسټ دې پوهه وي(قُلْ كَفَى بِاللَّهِ…. شَهِيدًا يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ)
٥- د ايمان پرېښوول او د الله تعالی پرځاى په بل پسې ورتګ، ستر تاوان دى (آمَنُوا بِالْبَاطِلِ… هُمُ الْخَاسِرُونَ)
٦- کافران رښتوني زیانمن دي (كَفَرُوا بِاللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ)
وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَوْلَا أَجَلٌ مُّسَمًّى لَجَاءهُمُ الْعَذَابُ وَلَيَأْتِيَنَّهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ (۵۳)= او له تا نه په بيړه عذاب غواړي او كه (دوی ته) ټاکلې نېټه نه واى بېشکه عذاب به ورته راغلى و او البته په ناخبرۍ کې به هرومرو ناڅاپي (عذاب) ورشي.
يَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ (۵۴) = او له تا په تلوار عذاب غواړي او [له دې ناخبره] بېشکه جهنم کافران رانغاړلي دي.
ټکي:
په قرآن کې څو ځل راغلي: هغه کافران چې پر الهي عذاب ګواښېدل؛ نو د ناباورۍ يا ملنډو له لامله يې د الله تعالی له رسوله سملاسي د عذاب غوښتنه درلوده، چې په هر ځاى کې د کافرو پردې بيړه نيوکه شوې ده.
د الهي عذاب او پرغز- قهر په ځنډ کې برکتونه دي؛ لکه:
الف: د توبې لپاره مهلت دى.
ب: له بېلارو پلرونو د نېک اولاد زوکړه.
ج: په زغم او ديندارۍ کې د خلکو ازمېښت.
د: خلکو ته په ګروهه او عمل کې د ټاکنې واک ورکول دي؛ ځکه که عذاب ژر راتله؛ نو ډېرو به له وېرې ايمان راووړ.
پېغامونه:
١-د هستۍ ټولې چارې؛ لکه الهي پېرزو يا پرغز، د حکمت له مخې دي، حساب و کتاب لري، کړلار او مهالوېش لري او په بيړه پکې بدلون نه راځي(يَسْتَعْجِلُونَكَ…. أَجَلٌ مُّسَمًّى)
٢- ناڅاپه د الهي پرغز راتګ، زموږ د تلپاتې چمتوتيا لپاره دى(بَغْتَةً)
٣- د الهي پرغز په اړه وړاندوينه نشي کېداى(لَا يَشْعُرُونَ)
٤- کافرانو خو ملنډو او مزې څکلو ته له پېغمبراکرم څخه سملاسي عذاب غوښته؛ خو پوه دې شي، چې په قيامت کې دوزخ ورته په تمه دى(لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ)
۵- د انسان اندیزه پرېوتنه دومره ده، چې چمتو دی هلاک شي؛ خو حق نه مني « يَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ »
يَوْمَ يَغْشَاهُمُ الْعَذَابُ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ وَيَقُولُ ذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (۵۵)= پر هغه ورځ چې (الهي) عذاب دوی له بره او تر پښو لاندې راونغاړي او [الله] ورته وايي: ((د خپلو كړنو [یېبره] وڅكئ!)) (نو ورته سخته او دردوونكې ورځ ده)
پېغامونه:
١- د دوزخ عذاب سراسري دى(فَوْقِهِمْ…. تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ)
٢- د دوزخ عذاب مو د خپلو کړنو پايله ده(ذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)
۳- انسان د خپل برخليک مسول/ پازوال دى(مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)
۴- د دوزخ رانغاړنده عذاب، زموږ د ناروا کړنو د غځېدا په پار دی (مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ (۵۶) = زما مؤمنو بندګانو! پوه شئ، چې ځمكه مې ارته ده؛ نو يوازې ما ولمانځئ (او د دښمنانو زور زياتي او دباو ته غاړه كېنږدئ)
ټکي:
* اسلام پر ځينو هجرت فرض کړى؛ هغوى چې د کفر او طاغوت په سيمه کې اوسېږي، ظلم پرې کېږي، هلته وده نشي کړای او د خلاصون لار يې هجرت وي؛ نو بايد هجرت وکړي؛ خو ددې دندې په اړه له بهر او دننه انسان ته وسوسې اچول کېږي، چې په راتلونکيو آيتونو کې ځواب ورکړ شوى له دې ځنې:
۱- د مرګ خطر: انسان وايي: که هجرت وکړم؛ نو مرګ به راپسې راشي، چې راتلونکی آيت ورته وايي: چېرې چې ولاړ شي؛ له مرګه خلاصون نشته.
۲- له کوره زړه شلول سخت دي؛ نو ورته وسوسه کېږي، چې هجرت مه کوه، خو په ٥٨ آيت کې د دنيا د کور پرځاى، مهاجرینو ته د جنت د کور ژمنه ورکوي.
۳- د هجرت سختۍ چې کله د ايمانوالو له هجرته مخنيوى کوي؛ نو په ٥٩ آيت کې ورته ويل کېږي، چې په زغم او پر الله تعالی د توکل له لارې دا سختۍ وزغمئ.
۴- د معاش تامين: څوک چې د هجرت په فکر کې وي؛ نو کېداى شي، دا فکر يې ذهن ته ورشي، چې هجرت مې له کار، ژوند او مزدورۍ باسي، چې په ٦٠ آيت کې ورته ويل کېږي: روزي ورکوونکى الله دى او ان هغه موجودات چې، د خپلې روزۍ د لېږد ځواک نه لري؛ هغوى ته هم روزي ورکوي، مهاجر خو لا څه کوې، چې د کار او کوښښ خاوندان دي.
*هجرت د اخلاص د پيدا کېدو لامل دى. هغوی چې هجرت نه کوي او ځان په کوم وګړي، ګوند، سیمې، ټبر، شوونتیاوو او د ده او هغه په تمو پورې پېیلی ګڼي؛ نو هرومرو سیمه ییز، خېلي، نژادي، ټبریز مسایل، کېنې، رخې او د خپلمنځي او پردیو منفي او ناسمو سیالیو څخه راولاړ شوې تنګ نظرۍ او لنډپارۍ، انسان له اخلاصه وباسي؛ نو هغو سیمو ته هجرت چې پورته مسایل پکې نشته، اخلاص پېدا کېدو ته غوره لاره چاره او زمینه ده.
*امام باقر رحمة الله علیه تر پورتني آيت لاندې وويل: « له فاسق واکمنه لاروي مه کوئ او که پوه شوئ، چې هغوى مو دين او ګروهه خرابوي؛ نو هجرت وکړئ – لَا تُطِیعُوا أَهْلَ الْفِسْقِ مِنَ الْمُلُوکِ فَإِنْ خِفْتُمُوهُمْ أَنْ یَفْتِنُوکُمْ عَلَی دِینِکُمْ فَإِنَّ أَرْضِی وَاسِعَةٌ [71]. »
پېغامونه:
١-د هجرت تراخه او سختۍ وزغمئ، چې الله تعالی مهاجرينو ته ځانګړى پام لري (يَا عِبَادِيَ)
٢- د کور په ټاکنه کې غور او سوچ، الله تعالی ته د عبادت توفيق وګڼئ(إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ)
٣ _ د الله تعالی بندګي دې د تل لپاره وي(يَا عِبَادِيَ….. فَاعْبُدُونِ) (تاسې چې د الله تعالی بندګان ياست؛ نو نوره بندګي هم وکړئ، چې درجه مو لوړه شي)
٤_هجرت د ايمان تر سيورې لاندې ارزښت لري(الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ) (يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ)
٥_ چکر او ګرځېدل دې موخه ولري(إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ)
٦_د دين ساتنې او له طاغوته د بچېدو لپاره هجرت وکړئ (أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ)
٧_ له کور کلي زړه راشلول، له نورو څیزونو د زړه راشلولو سريزه او په الله تعالی پورې د زړه تړلو لامل دى(وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ)
٨_هغوى چې له کور او سيمې سره د مينې له لامله کږېږي؛ نو عذر يې نه منل کېږي؛ ځکه د الله تعالی ځمکه پراخه ده (أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ)
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ (۵۷)= هر ساه کښ د مرګ (د خوند) څكونكى دى، بيا به زموږ پر لوري راستنېږئ.
ټکي:
*کېداى شي دا آيت له تېر آيت سره په اړيکه کې وي، چې که په هجرت کې انسان ومري؛ نو تکليف يې څه دى؟
دا آيت ځواب ورکوي: په کوم ځای کې چې هجرت پکار وي؛ نو له مرګه مه وېرېږئ؛ ځکه مرګ پر هر چا راتلونکى دى او مړينه د کار پاى نه ده او راتګ مو ما ته دى؛ نو موږ به د هجرت او د هجرت په لار کې د مرګ ثواب درکړو او هغو ظالمانو ته به سزا ورکړو، چې هجرت ته يې اړ کړي يئ که څه د بدلې او سزا ورکړه اوږده شي (د « ثُمَّ » کلمه اوږده موده راښيي)
پېغامونه:
١_له مرګه خلاصون نشته استثنا نه لري او هر چا ته ورتلونکى دى(كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ)
٢_ مرګ پاى نه ده، مبداء ته ورستېندل دي(إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ)
٣_ اوس چې له مرګه خلاصون نشته؛ نو ولې دې دا مرګ د الله تعالی او ده ته د هجرت په لار کې نه وي (أَرْضِي وَاسِعَةٌ…. كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ)
۴- مرګ، یو وجودي (شته) چار دی، نه نیستي، له منځه تګ او ورکېدنه. (ذَائِقَةُ الْمَوْتِ- تُرْجَعُونَ)
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُبَوِّئَنَّهُم مِّنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا نِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ (۵۸) = او نېکان مؤمنان به هرومرو د هغه جنت په دنګو دنګو ماڼيو كې هستوګن كړو، چې ورلاندې یې ويالې بهېږي، هلته به تل وسي. هو! د نېکانو څه غوره بدله ده!
ټکي:
* کېداى شي، دا آيت ٥٦ آيت ته اشاره وي، چې هجرت يې يو نېکه کړنه شمېرلې؛ يعنې هغوى چې په دنيا کې سپېڅليو موخو ته خپل کور پرېږدي؛ نو الله تعالی به ورته په اخرت کې کور ورکړي.
* ((تبوء)) د همېشني هستوګنځي د ورکولو په مانا ده.
* ((الصَّالِحَاتِ)) هغه ټولګه ده، چې له ((الف)) او ((لام)) سره راغلې؛ يعنې هر ډول نېکې چارې کوي.
پېغامونه:
١_ښې چارې، د ايمان تر سيوري لاندې ارزښت لري(آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ)
٢_ جنت ته د ورننووتو شرط، ايمان او صالح عمل دى(آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُبَوِّئَنَّهُم مِّنَ الْجَنَّةِ)
٣_ الله تعالی مؤمنانو ته د جنت ضمانت ورکړى (لَنُبَوِّئَنَّهُم) (له “لام” او ټینګار “نون” سره راغلى، چې د پرېکندتوب نښه ده)
٤_ د جنت کورونه ډېر ستر او ښه دي (“غُرَفًا ” نکره او له تنوين سره یې يوځاى والى د ستروالي نښه ده.)
٥_ په جنتي ويالو کې تل اوبه بهېږي (“ تَجْرِي ” د مضارع فعل د دوام، تلتیا او استمرار نښه ده.)
٦_ جنت او د جنتي نعمتونو لاس ته راوړل، د انسان د خپلو کړنو پايله ده(نِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ)
الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (۵۹) = هماغوى چې (د ستونزو پر وړاندې يې) زغم كړى او يوازې پر خپل پالونكي بروسه كوي.
وَكَأَيِّن مِن دَابَّةٍ لَا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (۶۰)= او څومره ژوي دي، چې (نشي کړاى) خپله روزي پر شا بار (او يا زېرمه) کړي (خو) الله هغوى او تاسې (دواړو) ته روزي درکوي او هغه پوه اورېدونکى دى.
ټکي:
* ((تَحْمِلُ)) د((حمالة)) له جرړې اخستل شوى، چې د کفالت او پرغاړه اخستنې پر مانا دى، چې د رزق له لېږد/حمل مراد، کېداى شي د راتلونکې لپاره د رزق زېرمول وي.
په ٥٦ آيت کې د هجرت سپارښتنه شوې ده. دا آيت وايي: د الله تعالی په لار کې مهاجرين دې خپل رزق او معاش ته نه وارخطا کېږي، الله تعالی چې دومره مخلوقاتو ته رزق ورکوي؛ نو تاسې ته به هم رزق درکړي.
الله تعالی هم د روزۍ غوښتوونکيو غږ اوري (السَّمِيعُ) او هم بې غوښتنې يې له غوښتنو خبر دى(الْعَلِيمُ)
پېغامونه:
١_ زغم او توکل، د نېکې کړنې دوه څرګندې بېلګې دي (عَمِلُوا الصَّالِحَاتِ… الَّذِينَ صَبَرُوا…. يَتَوَكَّلُونَ)
٢_ د الله تعالی ربوبيت، پرهغه د توکل (لاره چاره) او زمينه ده(عَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ)
٣_ اروایز دباوونه او د ژوند ستونزې، د مؤمنانو په مخ کې خنډونه دي، چې په زغم او پر الله تعالی د توکل له لارې دې یې لرې کړي(صَبَرُوا…. يَتَوَكَّلُونَ)
٤_د بري او نېکمرغۍ خواله په څلورو څيزونو کې ده:
الف: ايمان او انګېزه(آمَنُوا)
ب: کار او هڅه(عَمِلُوا)
ج: تلتیا – استمرار او څوار- استقامت(صَبَرُوا)
د: پر الله تعالی توکل(عَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ)
٥_ پر الله تعالی توکل دې د بدن له ټول څوار او بدني ځواکه د کار اخستنې په څنګ کې وي. ((صَبَرُوا)) د ماضي په بڼه او د تېر حال بيانول دي، چې هغوى مخکې ټولې وسې کارولې دي او ((يَتَوَكَّلُونَ)) په مضارع بڼه او له راتلونکې خبر ورکوي؛ يعنې د راتلونکيو خطرونو او نااټکل شويو پېښو په اړه پر الله تعالی توکل کوي.
٦_ پر الله تعالی د ايمان او توکل پياوړي کولو لپاره، هغو نعمتونو او لورنو ته پام وکړئ، چې نورو موجوداتو ورکړل شوي دي(وَكَأَيِّن مِن دَابَّةٍ)
٧_ رزق او روزي په ځیرکتوب او تکړه توب پورې اړه نه لري، ډېر خوځنده عاجز ژوي دي؛ خو رزق ورسي(لَا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ)
٨_ انسان او خوځنده وړو ژویو ته د روزي ورکول، الله تعالی ته يو شان دي(يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ)
٩_ د الله تعالی پوهه د ژویو د رزق ورکونې ضامنه ده(السَّمِيعُ الْعَلِيمُ)
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ (۶۱) = او كه دوی پوښتې: ((اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي او لمر و سپوږمۍ چا ښكېل كړي؟)) هرومرو وايي: ((الله))! نو له (له حق لارې) چېرې کږېږئ؟
ټکي:
((افک)) له واقعي بڼې، د یوه څیز اړولو ته وايي؛ یعنې اګاهانه او په پوهې حقیقت اړوي[72].
د لمر و سپوږمۍ له تسخير او اېل مراد، په يوه داسې مدار او کړۍ کې يې اېلتوب دی، چې موږ ته ګټور دی[73].
پېغامونه:
١_د هستى د مبداء او تدبیر په اړه په پوښتلو، وجدانونه راويښ کړئ(وَلَئِن سَأَلْتَهُم)
٢_په ګروهیزه – اعتقادي مسئله کې له روښانه بېلګو ګټه واخلئ (اسمان، ځمکه، لمر سپوږمۍ) (السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ…)
٣_ مشرکانو به د هستۍ پنځګر “الله” ګاڼه؛ خو نور څيزونه يې هم په خپل برخليک کې ګټور او اغېزمن ګنل (لَيَقُولُنَّ اللَّهُ)
٤_ حق ته لېوالتيا فطري مسئله ده او مشرکانو د فطرت پرخلاف له حق سره مخالفت کاوه(“يوفکون” په مجهوله بڼه راغلى، چې کږلارۍ ته راکښېدل کېدو ته وايي؛ ته وا بهرنۍ هڅونې دوى کږلارۍ ته راکښلي دي.)
٥_ الله تعالی هم د هستۍ پنځګر دى او هم يې د چارو مدبر دى (خَلَقَ السَّمَاوَاتِ…. سَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ)
اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (۶۲)= د الله چې په خپلو بندګانو کې چاته خوښه شي، روزى يې پراخوي او يا يې ورتنګوي (ځكه) چې الله پر هر څه پوه دى.
ټکي:
د وګړيو د روزۍ کمول يا زياتول، د الله تعالی عالمانه او حکيمانه چار دى او د پيدا او ناپيدا کچو له مخې دی. په حديث کې راغلي: د ځينو بندګانو خیر په پراخه روزۍ کې دی؛ نو که روزي پرې تنګه شي؛ نو فاسد به شي او پرعکس – اپوټه د ځينو سازښت، د روزۍ په لږوالي کې دى او که روزي يې پراخه شي؛ نو فاسدان به شي[74].
الله تعالی نه يوازې د نړۍ پنځګر او مدبر دى؛ بلکې رزق او روزي یې هم په واک کې ده.
پېغامونه:
١_ د روزى کمښت يا ډېرېدل تصادفي نه دي(اللَّهُ يَبْسُطُ… وَيَقْدِرُ)
٢_ زموږ دنده، کار او هڅه ده؛ خو د زرق او روزۍ مقدار زموږ په واک کې نه دي (اللَّهُ يَبْسُطُ…)
٣_ الهي مشیت او غوښته، اګاهانه او عالمانه ده(لِمَن يَشَاء… بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ)
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ مِن بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ (۶۳) = او كه دوی (مشرکان) وپوښتئ: ((له اسمانه اوبه چا راورولې دي، چې ځمکه یې تر مړاوي کېدو روسته پرې راژوندۍ [او ډډه] کړه؟)) هرومرو وايي: ((الله))! ووايه: ستاېنه يوازې الله ته ده.))؛ خو ډېرى يې له عقله پلي دي.
ټکى:
شونې ده پېغمبر اکرم ته د حمد او ستاينې فرمان، پر مشرکانو د غاړې خلاصونې لپاره وي؛ یعنې اوس چې تاسې د الله تعالی پر حقانیت ژبنۍ منښته وکړه؛ نو د الله شکر چې غاړه یې درباندې خلاصه شوه.
پېغامونه:
١_پوښتل، ماغزه ژر حقيقت او ډول ډول افکارو، فرهنګونو او عقایدو ته ورنږدې کوي(وَلَئِن سَأَلْتَهُم)
٢_بېلاري پر خپل حال مه پرېږدئ؛ بلکې په ډول ډول فرهنګي لارو ورسره کار وکړئ(سَأَلْتَهُم)
٣_ اوبه ځمکې ته ژوند ورکوي(فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ)
٤_ بې بوټي او ګیاه ځمکه مړه ده(بَعْدِ مَوْتِهَا)
٥_ قرآن د ګروهې جوتېدو ته له طبيعته ګټنه کوي؛ نو تاسې هم دا کار وکړئ. (فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ مِن بَعْدِ مَوْتِهَا)
٦_ الله پېژندنه فطري چار دى او که د بېلارۍ او ناپوهۍ دوړې د بېلاريو له فطرته وڅنډل شي؛ نو هغوى به پخپله منښته وکړي(وَلَئِن سَأَلْتَهُم – لَيَقُولُنَّ اللَّهُ)
٧_ د ايمان او فطرت رڼا هغه ستر نعمت دی، چې باید شکر او پاسلنه يې وشي(قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ)
٨_ د فطرت رڼا هله د انسان د خلاصون لامل ګرځي، چې په عقل غښتلې شوې وي(أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ)
٩_په ورمندون/ قضاوت کې په ډېرکيو او لږکيو پورې کار مه لرئ، ډېر لږکي دي، چې پرحقه دي(أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ)
١٠_بې فکره او بې غوره، لار او ګروهه ټاکل، د پښېمانۍ لامل دى(أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ)
وَمَا هَذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَهْوٌ وَلَعِبٌ وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (۶۴)= او د دنيا ژوند يوازې ساتېري او لوبې دي او که پوهېداى، بېشکه (حقيقي) ژوندون هماغه د آخرت كور دى.
ټکي:
* ((لهو)) هغه ساتېريو ته ويل کېږي، چې انسان له آریزې موخې لرې کوي. ((لعب)) بې موخې کار کولو ته وايي لکه لوبې[75].
* ((هذه الدنيا)) د دنيا د سپکاوۍ خواله ده؛ لکه څنګه چې ((لَهِيَ الْحَيَوَانُ)) د آخرت د دبدبې بيان دى.
پوښتنه: سره له دې چې قرآن پخپله سپارښتنه کوي، چې ځمکه آباده کړئ، پکې وګرځئ او ګټه ترې واخلئ؛ خو په دې آيت کې ورته لهو او لعب وايي.
ځواب: بریاوو او سپېڅليو موخو ته د رسېدو لپاره روا وسيلې او د قانون په چوکاټ کې او د نورو د شرايطو په پامنيوي؛ دا ټول د آخرت لپاره کرنه ده؛ خو هغه چې په دې آيت کې رټل شوي او لهو و لعب ورته ويل شوي، هغه چارې دي، چې سپېڅلې موخې ورسره نه وي او له ديني آرونو/ اصولو سره مخالف وي.
پېغامونه:
١_ د نړۍ پنځون، موخن او د حکمت له مخې دى؛ خو له آخرته غفلت رټل شوى دى(لَهْوٌ وَلَعِبٌ)
٢ – په هر ځاى کې د خلکو د زړه خوشحالولو لپاره چوپتيا پکار نه ده، کله په غوسه او چغه دې هم بېلاري، لارې ته ورسیخ شي(لَهْوٌ وَلَعِبٌ)
٣_په تبلیغي چارو کې چې کله پر یوه بد څيز نيوکه کوئ؛ نو ترڅنګ یې د يوه ښه څيز وړانديز هم وکړئ(إِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ)
٤ – واقعي ژوند، د آخرت ژوند دی(الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ)
٥_خلک د آخرت له حقيقته خبر نه دي؛ که نه په دنيا يې زړه نه تړه(كَانُوا يَعْلَمُونَ)
فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ (۶۵)= نو چې کله په بېړۍ كې سواره شي، الله په اخلاص بلي (او بې له دې يې هېروي)؛ خو چې (الله) دوی وچې ته پورې باسي او ويې ژغوري، یو دم په شرك لاس پورې كوي.
ټکي:
پوښتنه: توکیزپال – ماديون د ايمان د جرړو په شننه کې د وېرې پر بېلګه ټينګار کوي، وايي: د دين سرچينه په وېره کې ده.
انسان چې په ماشومتوب کې ووېريږي؛ نو د مور غېږ ته پناه وړي او چې غټ شي؛ نو د وېرې پر مهال، د الله تعالی په څېر يو ځواک ته پناه وړي؛ نو آيا دا آيت چې وايي: ځينې خلک د خطر او ډوبيدو پر مهال الله يادوي، د هغوى د خبرې پخلى نه دى؟
ځواب: انسان په وېره کې د الله تعالی پر لوري ځي، نه دا چې د الله تعالی ذات د وېرې زوکړه وي؛ د بېلګې په توګه: موږ چې سپى ووينو او ترې وېرېږو او کاڼي ته لاس وراچوو؛ نو دا په دې مانا نه ده، چې د کاڼي آر – اصل د سپي لپاره دى. په هستۍ کې د لايزال ځواک شتون فطري دى، چې د خطر په وخت کې انسان ته وريادېږي.
پېغامونه:
١_وېره، د غفلت دوړې څنډي او د الله پلټنې وجدان راويښوي(فَإِذَا رَكِبُوا…. دَعَوُا اللَّهَ)
٢_ايمان دې د تل لپاره وي، نه لنډمهاله او موسمي. (فَلَمَّا نَجَّاهُمْ …… يُشْرِكُونَ)
۳- ځمکه او وخت، د قرآن بېلګې نه زړوي، د بشري تاریخ په اوږدو کې بېړۍ سورېدنه وه (فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ….)
٤_ تر اخلاص مهم یې داوم دى(دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ… فَلَمَّا نَجَّاهُمْ) (تر دعا روسته په ((فلما)) کې “ف” د دعا منل کېدو نښه ده)
٥ –له سختو پېښو خلاصون د شکر لپاره یوه لار ده؛ نه شرک ته (إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ)
لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ وَلِيَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ (۶۶)= (پرېږده) چې دوی زموږ پر ورکړيو ناشکري وکړي او (پرېږده) چې (څو ورځې له دنيا) ګټه واخلي؛ خو ژر به پوه شي (چې د حساب ورځ او قیامت حق دي)!
ټکى:
له ((لِيَكْفُرُوا)) مراد، د نعمت کفران دى؛ ځکه ((آتَيْنَاهُمْ)) د نعمت ورکولو ترڅنګ راغلى دى.
پېغامونه:
١_شرک، يو ډول ناشکري او د نعمت کفران دى(لِيَكْفُرُوا)
٢_ په دنيا کې؛ صالح او ناصالح ته د بري لار پرانستې ده(آتَيْنَاهُمْ)
٣_له کفر او کفران سره بري ته زړه مه خوشحالوئ؛ ځکه ډېرې ناوړې پايلې لري (لِيَكْفُرُوا… وَلِيَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ)
٤_په روزنه کې ګواښ هم پکار دى (فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ)
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا آمِنًا وَيُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَكْفُرُونَ (۶۷) = ايا پوه شوي نه دي، چې موږ (د کعبې) حرم امن کړی؛ خو د دوی شاوخوا ته (له حرمه دباندې) خلک تښتول كېږي؟؛ نو ايا باطل مني او د الله په نعمت ناشكري كوي؟!
پېغامونه:
١ –الله تعالی ته د وربلنې يوه لار، نعمتونو ته يې د خلکو پام ورګرځول دي (أَوَلَمْ يَرَوْا)
۲- د شاوخوا د نا امنیو رایادول، انسان ته امنیت ارزښتمنوي(وَيُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ)
٣ – عبادت خو په امنيت کې کېږي ((فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ[76]))؛ خو ځينې يې پر قدر نه پوهېږي او د کفر پر لور درومي (حَرَمًا آمِنًا….. أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَكْفُرُونَ)
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءهُ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْكَافِرِينَ (۶۸)= او تر هغه به لوى ظالم څوك وي، چې پر الله دروغ وتړي يا ورغلى حق دروغ ګڼي؟ ايا دوزخ د كافرانو هستوګنځى نه دی؟!
پېغامونه:
١ – وحې بايد بې له کمي زياتي ومنل شي(وَمَنْ أَظْلَمُ….. كَذَّبَ بِالْحَقِّ)
٢ – پر دين ورزياتونه، افتراء او خورا ناوړه ظلم دى(وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى)
٣_پر الله تعالی دروغ تپل او ورته نه تسليمېدل تر ټولو سترظلم دى(وَمَنْ أَظْلَمُ….. كَذَّبَ بِالْحَقِّ)
٤_د الله پاک عذاب تر غاړه خلاصونې روسته وي(كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءهُ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ ….)
۵- بدترین ظلم، فرهنګي ظلم دی، چې د حق پرخلاف د انسان پر غاړې ایښودنې ګوذار کوي. (مِمَّنِ افْتَرَى… أَوْ كَذَّبَ)
وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ (۶۹) = او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په (لار كې) هلې ځلې وكړي؛ هرومرو به خپلې لارې وروښيو او بېشکه الله د نېكانو مل دى.
پېغامونه:
١_د الله تعالی ځانګړي ښيون ته د رسېدو لپاره هلې ځلې پکار دي او لومړى ګام بايد پخپله انسان اوچت کړي (جَاهَدُوا– لَنَهْدِيَنَّهُمْ) لکه چې په يوه بل ځاى کې وايي: (إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ[77])
٢ –کله يو ګام او د يوې شېبې د زړه له اخلاصه کوښښ، د تل لپاره د انسان د خلاصون لامل ګرځي ((جَاهَدُوا)) په ماضي بڼه او ((لَنَهْدِيَنَّهُمْ)) د مضارع او استمرار په بڼه راغلى؛ يعنې هغوى چې يوه شېبه د زړه له اخلاصه هلې ځلې وکړي؛ نو تل لار ورښيو)
٣_په مديريت او مشرۍ کې پکار نه دي، چې له هماغې لومړۍ ورځې هرڅه څرګند وي، همدا چې ګام واخستل شو؛ نو ورپسې الهي غيبي لارښوونې راځي(جَاهَدُوا– لَنَهْدِيَنَّهُمْ).
٤_ اخلاص، هلې ځلې ارزښتمنوي(فِينَا)
٥_ د الله تعالی پر ژمنو ډاډ ولرئ(لَنَهْدِيَنَّهُمْ) (د لام توری او د نون ټینګار، د ټینګار نښه ده)
٦_ الله تعالی ته د رسېدو لارې لږې نه دي(سُبُلَنَا)
٧_ ښه خلک، د حق په لار کې په اخلاص کارکوي (جَاهَدُوا فِينَا – لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ)
٨_ له کمزوري بنده سره د ستر او ځواکمن الله تعالی ملتیا؛ يعنې د بنده لپاره هر څه (إِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ) (امام حسين د عرفې په دعا کې وايي: هغه چې تا لري؛ نو څه نېمګړتیا لري او هغه چې تا له لاسه ورکړي؛ نو څه هم نه لري)
٩_ الله تعالی هم د قرب لار راښوولې (لَنَهْدِيَنَّهُمْ) او هم موخې ته په رسېدو کې مرسته راسره کوي (مَعَ الْمُحْسِنِينَ)
«والحمدلله رب العالمین»
[1] (هود/۶)
[2] (لیل/۱۲)
[3] انبیاء/۳۵
[4] معارج/۲۰
[5] بقره/۱۵۵
[6] احزاب/۲۳
[7] (تفسير نورالثقلين او توحيد صدوق، ۲۶۷ مخ)
[8] (المیزان تفسیر)
[9] یوسف/۱۰۱
[10] (د المیزان تفسیر)
[11] ابراهیم/۱۲
[12] (نهج البلاغه ۲۱۷ حکمت)
[13] (د المیزان تفسیر)
[14] بقره/۱۰۹
[15] حج/۲۵، اعراف/۴۵
[16] بقره/۲۱۷
[17] قلم/۹
[18] انعام/۱۶۴
[19] حشر/۱۶
[20] صافات/۱۴۲
[21] یوسف/۸۷
[22] صافات/۹۹
[23] (د المیزان تفسیر)
[24] یوسف/۱۰۱
[25] نمل/۱۹
[26] قصص/۲۷
[27] بقره/۱۲۴
[28] هود/ ۷۱
[29] بقره/۱۲۴
[30] هود/۳۲
[31] اعراف/۷۰
[32] انفال/۳۲)
[33] (تفسیر کنزالدقایق)
[34] (طیب البیان تفسیر)
[35] ذاریات/۳۶
[36] هود ۷۴ – ۷۶
[37] احزاب/۴۲)
[38] (مجمع البحرین)
[39] (اعراف/۹۶)
[40] (اطیب البیان تفسیر)
[41] (بقره/۳۰)
[42] (اعراف/۸۵)
[43] (بحار ۴۵/ ۷)
[44] (وسایل ۱۷/ ۸۲)
[45] (صف/۴)
[46] (توبه/۳۱)
[47] (نساء/۸۰)
[48] (نساء/۵۹)
[49] (زخرف/۵۴)
[50] (بقره/۱۶۵)
[51] (نساء/۱۳۹)
[52] (نحل/۷۳)
[53] (فرقان/۵۵)
[54] (عنکبوت/۲۲)
[55] (احقاف/۴)
[56] (حج/ ۷۳)
[57] (مزمل/۵)
[58] (مزمل/۴)
[59] (مزمل/۶)
[60] (د مجمع البیان تفسیر)
[61] (فاطر/۲۹)
[62] (اعراف/۱۷۰)
[63] (طه/۱۴)
[64] (بقره/۱۵۲)
[65] (نور الثقلین تفسیر)
[66] (نور الثقلین تفسیر)
[67] (مجمع البیان تفسیر)
[68] (مجمع البیان تفسیر)
[69] اعراف/۱۷۹
[70] (نور الثقلین تفسیر)
[71] (نورالثقلین تفسیر)
[72] (مجمع البحرین)
[73] (تفسیر راهنما)
[74] (اطیب البیان تفسیر)
[75] (مفردات راغب)
[76] (قریش/۳، ۴)
[77] محمد/۷)