بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فاطر سورت فاطر سورت مکي دی او پینځه څلوېښت( ۴۵) آیتونه لري. «فاطر» د الله تعالی یو صفت دی، چې د پنځګر په مانا دی. د سورت نامه له لومړي آیته اخستل شوې، چې الله تعالی یې په «فاطِرِ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ» معرفي کړی دی. د نورو مکي سورتونو په څېر […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
فاطر سورت
فاطر سورت مکي دی او پینځه څلوېښت( ۴۵) آیتونه لري.
«فاطر» د الله تعالی یو صفت دی، چې د پنځګر په مانا دی. د سورت نامه له لومړي آیته اخستل شوې، چې الله تعالی یې په «فاطِرِ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ» معرفي کړی دی.
د نورو مکي سورتونو په څېر یې آریز چورلیځ، مبدأ، معاد او له شرک سره مبارزه ده.
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه
اَلْحَمْدُ لِلّهِ فاطِرِ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ جاعِلِ الْمَلائِکَهِ رُسُلاً أُولِی أَجْنِحَهٍ مَثْنی وَ ثُلاثَ وَ رُباعَ یَزِیدُ فِی الْخَلْقِ ما یَشاءُ إِنَّ اللّهَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ«1»= ستاېنه يوازې د اسمانونو او ځمكې پنځګر الله ته ده، چې ( د ځواک) دوه دوه، درې درې او څلور څلور وزرونو والا پرښتې يې پېغام رسانې کړې دي، هغه چې هر څه وغواړي، په پنځون كې ورزياتوي (؛ ځكه) چې الله پر هر څه وسمن دى.
ټکي:
* «فاطِرِ» د نوونیز پنځون په مانا دی او «أَجْنِحَهٍ» له «جناح» اخستل شوی، چې د وزر په مانا دی او د ځواک کنایه ده.
پېغامونه:
1- ستاینه دې د ارزښت او وړتیا پر بنسټ وي. (که قرآن وايي: «الْحَمْدُ لِلّهِ»؛ نو دلیل یې دادی، چې هغه فاطر، جاعل او قدیر دی.)
2-سره له دې چې الله تعالی ځواکمن دی؛ خو د پنځون غونډال – خلقت نظام بنسټ یې پر اسبابو او مسبباتو ایښی دی. «جاعِلِ الْمَلائِکَهِ رُسُلاً»
3-د پرښتو ځواک او ونډې سره توپیر لري. «أُولِی أَجْنِحَهٍ مَثْنی وَ ثُلاثَ وَ رُباعَ»
4-په پنځون کې د الله تعالی لاس پرانستی دی او نړۍ د پراخېدو په حال کې ده. «یَزِیدُ فِی الْخَلْقِ ما یَشاءُ»
5-د نړۍ پنځون یو نوونیز چار دی. «فاطِرِ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»
د پرښتو انځور په قرآن کې
قرآن کریم د پرښتو په اړه یو لړ مطالب لري؛ لکه:
- پرښتې عزتمنې بندګانې دي. «بَلْ عِبادٌ مُکْرَمُونَ»[1]
- د الله تعالی مطیع دي. «لا یَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَ هُمْ بِأَمْرِهِ یَعْمَلُونَ»[2]«لا یَعْصُونَ اللّهَ ما أَمَرَهُمْ وَ یَفْعَلُونَ ما یُؤْمَرُونَ» [3]
- د چارو سمبالنه او ویشنه یې پرغاړه ده. «فَالْمُدَبِّراتِ أَمْراً» [4]«فَالْمُقَسِّماتِ أَمْراً» [5]
- د انسان الفاظ او ویناوې څاري. «ما یَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلاّ لَدَیْهِ رَقِیبٌ عَتِیدٌ» [6]
- کړنې لیکي. «وَ رُسُلُنا لَدَیْهِمْ یَکْتُبُونَ»[7]
- په جګړه کې جنګیالیو ته زېری ورکوونکې دي. «بِجُنُودٍ لَمْ تَرَوْها[8]
- د اولاد زېری ورکوونکې دي. «إِنّا نُبَشِّرُکَ بِغُلامٍ اسْمُهُ یَحْیی[9]
- ځلکدن مهال، مؤمنانو ته زېری ورکوونکې دي. «أَلاّ تَخافُوا وَ لا تَحْزَنُوا» [10]
- مجرمانو ته د عذاب ورکولو چارواکې دي. «لَمّا جاءَتْ رُسُلُنا لُوطاً سِیءَ بِهِمْ» [11]
- د انسان ساتونکي دي. «یُرْسِلُ عَلَیْکُمْ حَفَظَهً»[12]
- مؤمنانو ته دعاوې کوي. «وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا[13]«وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِمَنْ فِی الْأَرْضِ»[14]
- شفاعت کوونکې دي. «وَ کَمْ مِنْ مَلَکٍ فِی السَّماواتِ لا تُغْنِی شَفاعَتُهُمْ شَیْئاً إِلاّ مِنْ بَعْدِ أَنْ یَأْذَنَ اَللّهُ لِمَنْ یَشاءُ وَ یَرْضی»[15]
- پر کفارو لعنت وايي. «أُولئِکَ عَلَیْهِمْ لَعْنَهُ اللّهِ وَ الْمَلائِکَهِ وَ النّاسِ أَجْمَعِینَ»[16]
- په غزاګانو کې د مؤمنانو مرسته کوونکې دي. ( یُمِدَّکُمْ رَبُّکُمْ بِثَلاثَهِ آلافٍ مِنَ الْمَلائِکَهِ مُنْزَلِینَ[17]بَلی إِنْ تَصْبِرُوا وَ تَتَّقُوا. . . یُمْدِدْکُمْ رَبُّکُمْ بِخَمْسَهِ آلافٍ [18])
- مرګ مهال مجرمانو ته سزا ورکوي. «تَوَفَّتْهُمُ الْمَلائِکَهُ یَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَ أَدْبارَهُمْ» [19]
- جنتیانو ته ښه راغلاست وايي. «سَلامٌ عَلَیْکُمْ بِما صَبَرْتُمْ» [20]
- د دوزخ د عذاب چارواکې دي. «عَلَیْها تِسْعَهَ عَشَرَ»[21]
- د ساه اخستو چارواکې دي. «تَوَفَّتْهُ رُسُلُنا» [22]
- درجې لري. «ما مِنّا إِلاّ لَهُ مَقامٌ مَعْلُومٌ»[23]
- د وحې د نزول چارواکې دي. «یُنَزِّلُ الْمَلائِکَهَ بِالرُّوحِ» [24]
- کله د انسان په بڼه شي. «فَتَمَثَّلَ لَها بَشَراً سَوِیًّا»[25]
- په عبادت نه ستړي کېږي. «یُسَبِّحُونَ لَهُ بِاللَّیْلِ وَ النَّهارِ وَ هُمْ لا یَسْأَمُونَ» [26]
- بې له انبیاوو له نورو سره هم اړیکه او خبرې اترې لري. «إِنَّما أَنَا رَسُولُ رَبِّکِ لِأَهَبَ لَکِ غُلاماً» [27]
- ځینې پرښتې غوره شوې دي. «اللّهُ یَصْطَفِی مِنَ الْمَلائِکَهِ رُسُلاً وَ مِنَ النّاسِ»[28]
- پر پرښتو ایمان پکار دی. «وَ الْمُؤْمِنُونَ کُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَ مَلائِکَتِهِ وَ کُتُبِهِ وَ رُسُلِهِ»[29]-«وَ مَنْ یَکْفُرْ بِاللّهِ وَ مَلائِکَتِهِ وَ کُتُبِهِ وَ رُسُلِهِ وَ الْیَوْمِ الْآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً بَعِیداً» [30]
ما یَفْتَحِ اللّهُ لِلنّاسِ مِنْ رَحْمَهٍ فَلا مُمْسِکَ لَها وَ ما یُمْسِکْ فَلا مُرْسِلَ لَهُ مِنْ بَعْدِهِ وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«2»= الله چې خلکو ته د کوم رحمت (ور) پرانځي؛ نو بندونکی یې نشته او چې (څه) بند كړي؛ نو تر [بندولو] روسته يې بې له ده څوک پرانستوونکى نشته او هغه ناماتى سنجوونکى دى.
پېغامونه:
1-په دنیا کې ټول خلک، د الله تعالی له لورنې برخمن دي. «یَفْتَحِ اللّهُ لِلنّاسِ مِنْ رَحْمَهٍ»
2-الهي لورنه یې پر غوسې ورمخکې ده. ( «یَفْتَحِ» کلمه تر «یُمْسِکْ» مخکې راغلې ده.)
3-د الله تعالی ورکړه او اخستنه یې له حکمت سره مل ده. «یَفْتَحِ – یُمْسِکْ – اَلْحَکِیمُ»
4-الهي نعمتونه خزانې لري، چې یو ګوټ یې انسان ته پرانستلېږي. «یَفْتَحِ – مُرْسِلَ»
5-غیرالله ته سترګې په لارېدل، چټي چار دی او چې الله و نه غواړي؛ نو یو ځواک هم کارونه نه لري. «فَلا مُمْسِکَ – فَلا مُرْسِلَ»
6-د الله تعالی اراده ناماتې ده. ( ما یَفْتَحِ. . . فَلا مُمْسِکَ لَها وَ ما یُمْسِکْ فَلا مُرْسِلَ)
یا أَیُّهَا النّاسُ اذْکُرُوا نِعْمَتَ اللّهِ عَلَیْکُمْ هَلْ مِنْ خالِقٍ غَیْرُ اللّهِ یَرْزُقُکُمْ مِنَ السَّماءِ وَ الْأَرْضِ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ فَأَنّی تُؤْفَکُونَ«3»= خلكو! چې الله څه پېرزوېنه درباندې کړې، دریاده یې کړئ، ايا بې له الله بل پنځګر شته، چې له اسمان او ځمكې روزي دركړي؟ بې له هغه بل معبود نشته؛ نو څنګه مو ګروهه اړوئ؟
پېغامونه:
1-ټول په الهي نعمتونو کې اندنې ته راوبلئ. «یا أَیُّهَا النّاسُ»
2-د الله پېژندو غوره لار یې، نعمتونو ته توجه ده. «اذْکُرُوا نِعْمَتَ اللّهِ»
3-پوښتنه، د راویښولو او خبرداریو کونجي ده. ( هَلْ مِنْ خالِقٍ. . .)
4- هم د هستۍ پيل او پنځون د الله تعالی دی او هم یې پاتېینه او غځېدنه. «خالِقٍ – یَرْزُقُکُمْ»
5-رازق هغه دی؛ خو په طبیعي اسبابو روزي درکوي. «یَرْزُقُکُمْ مِنَ السَّماءِ وَ الْأَرْضِ»
6-تر خبرداري مخکې، رټنه مانا نه لري. ( هَلْ مِنْ خالِقٍ. . . فَأَنّی تُؤْفَکُونَ)
7-ټولې غیرالله لارې کږې دي. «فَأَنّی تُؤْفَکُونَ»
8-هسې نه، رزق د الله تعالی وخورو او مخه مو بل ته وي. «یَرْزُقُکُمْ – فَأَنّی تُؤْفَکُونَ»
9-د انسان فطرت، الله تعالی ته ورماتېدنه ده، بهرني لاملونه یې د کږلارۍ اسباب دي. «تُؤْفَکُونَ»
وَ إِنْ یُکَذِّبُوکَ فَقَدْ کُذِّبَتْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِکَ وَ إِلَی اللّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ«4»= او كه تا دروغجن ګڼي (؛ نو مه خپه كېږه، دا كومه نوې خبره نه ده)؛ نو په يقين چې تر تا له مخه پېغمبران (هم) دروغجن ګڼل شوي ول او (ټولې) چارې يوازې د الله لوري ته ورستنول کېږي.
پېغامونه:
1-ټولو انبیاوو مخالفان درلودل او حق دروغجنول، د کفارو همېشنۍ کړنلار ده. «کُذِّبَتْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِکَ»
2- تاریخ تکرارېږي. ( یُکَذِّبُوکَ. . . کُذِّبَتْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِکَ)
3- کفار له وګړي سره کار نه لري، له لار او موخې سره مخالف دي او هغه دروغجنوي، چې د حق غږ پورته کوي. «یُکَذِّبُوکَ – مِنْ قَبْلِکَ»
4- تاریخ، د ستونزو پر وړاندې د ټکور غوره وزله ده. «کُذِّبَتْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِکَ»
5-د خلکو دروغجنول، د وحې حقانیت نه ټکنی کوي، تر تا مخکې دروغجن ګنل شوي، هماغه زما استازي وو. «کُذِّبَتْ رُسُلٌ»
6-معاد ته پاملرنه، انسان د ترخو پېښو په مقابل کې زغمناکوي. ( یُکَذِّبُوکَ. . . إِلَی اللّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ)
7-د حق مخالفان دې پوه شي، چې ځېلونه یې هېرېدوني او پرېښودوني نه دي. «تُرْجَعُ الْأُمُورُ»
یا أَیُّهَا النّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ فَلا تَغُرَّنَّکُمُ الْحَیاهُ الدُّنْیا وَ لا یَغُرَّنَّکُمْ بِاللّهِ الْغَرُورُ«5»= خلكو! په يقين د الله ژمنه رښتونې ده؛ هسې نه تاسې د دنيا ژوند تېر باسي او هسې نه چلي (شيطان) مو د الله (د بښنې) په اړه تېر باسي!
ټکي:
* «غرور» هغه وګړي ته وايي، چې خورا چلي وي او د ورپسې آیت په دلیل، دلته مراد ترې شیطان دی.
*شونې ده په «لا یَغُرَّنَّکُمْ بِاللّهِ» غونډله – جمله کې، په الله له غره کېدو مراد دا وي، چې شیطان، انسان د الله تعالی په بښنه غره کوي او یا د الهي احکامو په اړه یې د اړونې، بدعت او لټۍ له لارې د ګناه تکرار ته اړباسي.
*ددې سورت پیل په توحید و، تېر آيت د نبوت په اړه و او دا آیت د معاد په اړه دی.
*دې سورت ته ورته، د لقمان سورت ۳۳ آیت دی.
پېغامونه:
1-ځینې په توکیز او دنیوي ژوند تېروځي؛ خو ځینې د دنیا په ځلبل نه تېروځي؛ خو چلي شیطان یې کږلاروي. «لا یَغُرَّنَّکُمْ بِاللّهِ الْغَرُورُ»
2-روزنې ته دې خبردارۍ تکرار شي. «فَلا تَغُرَّنَّکُمُ – وَ لا یَغُرَّنَّکُمْ»
3-پر معاد ایمان، پر دنیا له تېروتو غوره مخنیونکی دی. «وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ»
4-الهي ژمنې حق دي؛ خو د شیطان پوچې او چلي دي. «وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ»
إِنَّ الشَّیْطانَ لَکُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّما یَدْعُوا حِزْبَهُ لِیَکُونُوا مِنْ أَصْحابِ السَّعِیرِ«6»= البته شيطان ستاسې غلیم دى؛ نو غلیم یې وګڼئ، (هغه) خپل ګوند ایله دې ته رابلي، چې دوزخيان شي.
ټکي:
*د «سعیر» کلمه بل اور ته وايي، چې د دوزخ یوه نامه ده.
*له بشر سره د شیطان دښمني پخوانۍ مخینه لري:
زموږ پلار؛ حضرت آدم یې له جنته راویست. «کَما أَخْرَجَ أَبَوَیْکُمْ»[31]
داسې دښمن دی، چې په سترګو نه لیدل کېږي. «إِنَّهُ یَراکُمْ هُوَ وَ قَبِیلُهُ مِنْ حَیْثُ لا تَرَوْنَهُمْ»[32]
هغه قسم خوړلی دښمن دی. (فَبِعِزَّتِکَ. . .) [33]
له هر لوري پر انسان یرغل کوي. (مِنْ بَیْنِ أَیْدِیهِمْ وَ مِنْ خَلْفِهِمْ. . .) [34]
د بېوزلۍ ژمنه او فحشا ته یې بلنه د خلکو کږلارولو ته وزلې دي. «الشَّیْطانُ یَعِدُکُمُ الْفَقْرَ وَ یَأْمُرُکُمْ بِالْفَحْشاءِ» [35]
هغه یوازې د انسان په دوزخي کېدو خوشحالېږي. «یَدْعُوا حِزْبَهُ لِیَکُونُوا مِنْ أَصْحابِ السَّعِیرِ»
امام صادق(رح) وویل: « که شیطان دښمن دی؛ نو غفلت ترې ولې؟»[36]
پېغامونه:
1-که د شیطان دښمني جدي و نه نیسو؛ نو تېر به مو باسي. «عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا»
2-د دښمن پر کړلارو او تشکیلاتو ځان خبروئ. ( اَلشَّیْطانَ. . . یَدْعُوا حِزْبَهُ)
3- شیطان د خلکو کږلارولو ته مرسته اخلي؛ خو موږ حق ته د خلکو رابللو لپاره څه کوو؟( اَلشَّیْطانَ. . . یَدْعُوا حِزْبَهُ)
اَلَّذِینَ کَفَرُوا لَهُمْ عَذابٌ شَدِیدٌ وَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ لَهُمْ مَغْفِرَهٌ وَ أَجْرٌ کَبِیرٌ«7»= کافرانو ته سخت عذاب او نېکانو مؤمنانو ته بښنه او ستر اجر دى.
پېغامونه:
1- د الهي احکامو عملي کولو او پرېښوولو ته حساب و کتاب شته. ( کَفَرُوا لَهُمْ عَذابٌ. . . آمَنُوا. . . لَهُمْ مَغْفِرَهٌ)
2-د خوف (ډار) او رجا (هیلې) روحېې ساتنې ته دې وعده او وعید یو د بل ترڅنګ وي. «عَذابٌ شَدِیدٌ – أَجْرٌ کَبِیرٌ»
3- عاقبت سنجونه او د چار پایله په پام کې نیول، په روزنې کې ګټور دي. «لَهُمْ عَذابٌ – لَهُمْ مَغْفِرَهٌ»
4-پر عذاب ککړېدو ته کفر بسیا دی، «کَفَرُوا لَهُمْ عَذابٌ»؛ خو ثواب او انعام ته د رسېدو لپاره، پر ایمان سربېره، نېکچاري هم پکار ده. «آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ لَهُمْ مَغْفِرَهٌ»
5-چې گناهونه و نه بښل شي؛ نو جنت ته د ورننووتو او د ثواب لاس ته راوړو لاره چاره نه چمتو کېږي. «لَهُمْ مَغْفِرَهٌ وَ أَجْرٌ کَبِیرٌ»
6- لومړی اتمام حجت، ورپسې په عذاب ګواښل. (تېر آیتونه غاړه خلاصونه او دا آیت د سزا او ثواب اعلانول دي.)
أَ فَمَنْ زُیِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَناً فَإِنَّ اللّهَ یُضِلُّ مَنْ یَشاءُ وَ یَهْدِی مَنْ یَشاءُ فَلا تَذْهَبْ نَفْسُکَ عَلَیْهِمْ حَسَراتٍ إِنَّ اللّهَ عَلِیمٌ بِما یَصْنَعُونَ«8»= ايا څوك چې ناوړه كړنې یې ورښکلې شوي او ښه یې بولي (د هغه په څېر دى، چې واقعيات څنګه چې دي، هماغسې مومي)؟! نو په رښتینه كې د الله چې چاته خوښه شي، بېلاروي يې او چاته یې چې خوښه شي، سمه لار ورښيي؛ نو په غم کې یې ځان له لاسه مه وركوه؛ ځكه الله يې پر کړنو پوره پوه دى.
ټکي:
*هغه شیطان دی، چې د انسان ناوړې چاري، ښکلې وربرېښوي او د نیوکې پرځای غوړه مالي کوي؛ ځکه په بل آیت کې لولو: «زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطانُ أَعْمالَهُمْ»[37]
*د رټنیزو پوښتنو، بې ځوابه پرېښوول، د سرغړاندو د ګواښنې او سپکاوي نښه ده. الله تعالی د سرغړاندو رټنې ته یوه پوښتنه اوڅاروي او بې ځوابه یې پرېږدي. وايي: آیا هغه سرغړاند، چې خپله ناوړچاري ښکلې ويني. . . خو ددې غونډلې – جملې ځواب نه ورکوي.
* امام کاظم(رح) وویل: « د ناوړه چارو ښکلي لیدل، د عُجب، کبر او ځانخوښۍ سریزه ده ». [38]
پېغامونه:
1- له ښکلا سره مینه، د انسان په فطرت کې ده، تردې چې شیطان یې ناوړه چارې هم ښکلې وربرېښوي، چې انسان یې کولو ته اړباسي. «سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَناً»
2-د ناوړه چارو ښه ګڼل د ورکلارۍ لاره چاره او زمینه ده. ( زُیِّنَ لَهُ. . . یُضِلُّ مَنْ یَشاءُ)
3- انسان لومړی ګناه ته مخونه ورکوي او بیا یې کولو ته ګام پورته کوي. ( د ناوړه چارو ښکلي برېښول، هماغه سرغړاندۍ ته مخونه ورکول دي.) «زُیِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ»
4- مؤمن، واقع وین، ځان پېژاندی او بصیر دی؛ خو کافر، ګوماني، تېروتلی او ځانخوښی دی. (تېر آيت، د کفارو او مؤمنانو خبره وه او دا آیت د واقع وینۍ او ګومانېدنې خبره ده.) (اَلَّذِینَ کَفَرُوا. . . زُیِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ)
5-ښېګڼې او بدۍ دې په الهي کچو وسنجول شي نه د د ده او هغه په ګومانونو. «سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَناً»
6-کاږه پوهېدل او د ناوړه چارو ښه ګڼل، د انسان د نصیحت منلو، توبې، تکامل او ودې مخنیوونکي دي. «زُیِّنَ لَهُ – یُضِلُّ مَنْ یَشاءُ»
7- که څه ښیون او ورکلاري د الله تعالی ده؛ خو د انسان د کړنو له مخې کېږي. کفار کږه لار په ځېل ټاکي، الله تعالی یې هم ورکلاري ورزیاتوي. «یَهْدِی – یُضِلُّ – بِما یَصْنَعُونَ»
8-پېغمبر د خلکو ښیون ته لېوال او دې چار ته زړه سواند و. «فَلا تَذْهَبْ نَفْسُکَ»
9-خواشیني او پښېماني دې برید ولري. «فَلا تَذْهَبْ نَفْسُکَ عَلَیْهِمْ حَسَراتٍ»
10-دې ته پاملرنه، چې د سرغړاندو کړنې د الله تعالی تر څارنې لاندې دي؛ خواشیني مو راکموي. «فَلا تَذْهَبْ نَفْسُکَ عَلَیْهِمْ حَسَراتٍ إِنَّ اللّهَ عَلِیمٌ بِما یَصْنَعُونَ»
وَ اللّهُ الَّذِی أَرْسَلَ الرِّیاحَ فَتُثِیرُ سَحاباً فَسُقْناهُ إِلی بَلَدٍ مَیِّتٍ فَأَحْیَیْنا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِها کَذلِکَ النُّشُورُ«9»= او الله هغه ذات دى، چې بادونه يې لېږلي، چې ورېځې خوځوي؛ نو (شاړو او) مړاوو ټاټوبیو ته یې ورشړو؛ نو تر مړاوېدو (او وچوالي) روسته ځمكه پرې را ژوندۍ كوو. (د مړيو) راژوندي كول (هم) همدغسې دي.
ټکي:
*لکه څنګه چې د الله تعالی په اراده، په ورېځ، باد او ورښت، مړه ځمکه راژوندۍ کېږي، بوټي راټوکېږي او په بله اراده او سترې زلزلې، مړي له خاورو راپاڅېږي او ژوندي کېږي.
این بهار نو ز بعد برگ ریز
هست برهان بر وجود رستخیز[39]
یعنې د پاڼو تر لوېدو (خزان) روسته پسرلی د قیامت پر شتون برهان دی.
پېغامونه:
1-د بادونو لګېدل، د وریځو حرکت او ورښتونه تصادفي نه؛ بلکې په الهي ارادې دي. ( اَللّهُ. . . أَرْسَلَ الرِّیاحَ فَتُثِیرُ. . . فَسُقْناهُ)
2- پر هستۍ، کړلار، نظم او تدبیر واکمن دی. (أَرْسَلَ. . . فَتُثِیرُ. . . فَسُقْناهُ. . . فَأَحْیَیْنا)
3-غیبو پوهېدو ته دې له شهودو ګټنه وشي. «کَذلِکَ النُّشُورُ»
مَنْ کانَ یُرِیدُ الْعِزَّهَ فَلِلّهِ الْعِزَّهُ جَمِیعاً إِلَیْهِ یَصْعَدُ الْکَلِمُ الطَّیِّبُ وَ الْعَمَلُ الصّالِحُ یَرْفَعُهُ وَ الَّذِینَ یَمْکُرُونَ السَّیِّئاتِ لَهُمْ عَذابٌ شَدِیدٌ وَ مَکْرُ أُولئِکَ هُوَ یَبُورُ«10»= څوك چې عزت غواړي (بايد له الله يې وغواړي؛ ځكه) عزت يوازې له الله سره دى، سپېڅلې خبرې (او گروهې) يوازې هماغه ته ورخېژي او ښې چارې یې اوچتوي او هغوى چې ناوړه دسيسې جوړوي؛ نو ورته سخت عذاب دى او چلونه (او فسادي هڅې) یې هم له منځه ځي (او كوم ځاى ته نه رسي).
ټکي:
* «الْکَلِمُ الطَّیِّبُ» هماغه پر توحید، رسالت او ولایت ایمان دی، چې په روایتونو کې یې مصداقونه د (لا اله الا الله و سبحان الله و. . .) په څېر ذکرونه اوڅار شوي دي.
* «یَبُورُ» له «بوار» او«بائر»اخستل شوی او د ډېرې لټۍ او هلاکت په مانا دی.
*دې آیت ته نورې ماناوې هم کولای شو:
1-نېکه خبره د الله تعالی پر لوري پورته ځي؛ خو نېکچاري ورته لوړاوی او درجه وربښي.
2-نېکه خبره، هم پخپله پورته ځي او هم نېکې کړنې پورته خېژوي.
* کفار یا عزت پر توکیزو څیزونو باندې په زړه تړنې کې لټوي، «وَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللّهِ آلِهَهً لِیَکُونُوا لَهُمْ عِزًّا»[40] او یا یې په ده او هغه پورې له تړلتیا غواړي. «أَ یَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّهَ» [41] حال دا عزت یوازې د الله تعالی دی. «فَلِلّهِ الْعِزَّهُ جَمِیعاً»
پېغامونه:
1-واقعي عزت، له الله تعالی سره دی، نه له خلکو سره. «فَلِلّهِ الْعِزَّهُ جَمِیعاً»
2-واقعي عزت، د ایمان او نېکیو تر سیوري لاندې دی. ( فَلِلّهِ الْعِزَّهُ جَمِیعاً. . . اَلْکَلِمُ الطَّیِّبُ وَ الْعَمَلُ الصّالِحُ)
3- ګروهه او عمل نږدې اړیکې لري او پر یو بل اغېزمن دي. «الْعَمَلُ الصّالِحُ یَرْفَعُهُ»
4-د هغو مؤمنانو لار د ودې او تکامل لار ده، چې عزت په ایمان او نېکیو کې لټوي. «یَصْعَدُ – یرفع» او د هغوی لار ورکاوی دی، چې عزت په چل ول کې غواړي. «یَبُورُ»
5-هېڅوک په چل او ګناه عزت ته نه رسي. «یَبُورُ»
وَ اللّهُ خَلَقَکُمْ مِنْ تُرابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَهٍ ثُمَّ جَعَلَکُمْ أَزْواجاً وَ ما تَحْمِلُ مِنْ أُنْثی وَ لا تَضَعُ إِلاّ بِعِلْمِهِ وَ ما یُعَمَّرُ مِنْ مُعَمَّرٍ وَ لا یُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلاّ فِی کِتابٍ إِنَّ ذلِکَ عَلَی اللّهِ یَسِیرٌ«11»= او الله تاسې (په لومړي ځل) له خاورې پیدا کړئ، بيا له یوه څاڅكي، بيا يې جوړه جوړه كړئ، بې پوهې یې نه کومه ښځینه دوه ځانېږي او نه یې زېږوي او نه د پوخمنګي عمر اوږدېږي او نه یې له عمره څه کمېږي؛ خو داچې (د الله د علم) په كتاب كې ثبت وي، په حقيقت كې دا (چار) الله ته اسان دى.
ټکي:
*د «مُعَمَّرٍ» کلمه د اوږد عمر څښتن (پوخمنګي) ته وايي. «عُمر» له عمران او آبادۍ اخستل شوی او داچې انسان په ژوند کې د ابادولو وس لري، د ژوند مودې ته یې عمر وايي.
* په روایتونو کې، صدقه او صله رحم ( پر خپلوانو زړه سوی) د عمر اوږدېدو او قطع رحم ( د زړه سوي پرېښوول) او د والدینو سپکاوی د عمر کمولو اسباب معرفي شوي دي. [42]
پېغامونه:
1-د خپل پنځون جړرې ته پاملرنه وکړئ، چې هم د الله تعالی په ځواک پوه شئ او هم په غفلت، غرور او کبر اخته نشئ. «خَلَقَکُمْ مِنْ تُرابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَهٍ»
2- هم حضرت آدم له خاورې دی او هم اوسني انسانان له هغه څاڅکي دي، چې سرچینه یې خاوره ده. «خَلَقَکُمْ مِنْ تُرابٍ»
3-د انسان د وجود آریز عناصر، خاوره او اوبه دي. «تُرابٍ، نُطْفَهٍ»
4-انسان ته یې د جوړې پنځون، یو الهي پېرزوینه ده. «جَعَلَکُمْ أَزْواجاً»
5-الله تعالی د انسان پر ټولو شتو حالاتو، تر زوکړې مخکې او زیږون یې پوه دی. («وَ ما تَحْمِلُ مِنْ أُنْثی وَ لا تَضَعُ إِلاّ بِعِلْمِهِ»
6- انسان ټاکلی عمر لري؛ خو کله په ځینو دلایلو لږ شي. «لا یُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهِ»
7-د انسان د عمر ټولې شېبې حساب و کتاب لري. «فِی کِتابٍ»
8-له خاورې او څاڅکي د انسان پنځون او د انسان د عمر په هره شېبه پوهه، الله تعالی ته آسان چار دی. «عَلَی اللّهِ یَسِیرٌ»
وَ ما یَسْتَوِی الْبَحْرانِ هذا عَذْبٌ فُراتٌ سائِغٌ شَرابُهُ وَ هذا مِلْحٌ أُجاجٌ وَ مِنْ کُلٍّ تَأْکُلُونَ لَحْماً طَرِیًّا وَ تَسْتَخْرِجُونَ حِلْیَهً تَلْبَسُونَها وَ تَرَی الْفُلْکَ فِیهِ مَواخِرَ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَ لَعَلَّکُمْ تَشْکُرُونَ«12»= او دا دوه سمندرونه يو ډول نه دي: ددې يوه اوبه خوږې، خوندورې او ښې څښلېږي او د هغه بل مالګينې او تروې دي او له دواړو تازه غوښې خورئ او د اغوستو لپاره ترې ګاڼې راباسئ او پكې بېړۍ ګورئ، چې اوبه څيروي (او د مقصد پر لور وړاندې ځي) چې له فضل او لور يې (خپله روزي) ولټوئ او ښايي (د نعمتونو) پاسلنه وكړئ.
ټکي:
* «عَذْبٌ» د خوږو، «فُراتٌ» د لطیف، «سائِغٌ» د خوندورو او «مَواخِرَ» د «مأخره» جمع او د څېري کوونکي په مانا دي.
*د وګړیو ژوند؛
کله خوږ وي کله تریخ.
کله له شهرت سره وي او کله له ورکنامۍ سره.
کله له شتمنۍ سره او کله له نشتمنۍ سره.
کله له روغتیا او کله له رنځ سره وي.
خو که انسان ښه ښکاري، لامبوزن او بېړۍ چلوونکی وي، په ټولو متضادو شرایطو کې بریالی کېدای شي. ( وَ مِنْ کُلٍّ تَأْکُلُونَ. . . وَ تَسْتَخْرِجُونَ)
*له کب ګټنه او د سینګارتوکیو را ایستل او بېړۍ چلونه، هغه برکتونه دي، چې د انسان له هڅې سره مل دي؛ ګنې د سمندرونو برکتونه خورا ډېر دي؛ لکه: د اوبو له بخاره د ورېځو جوړېدل، د هوا چاڼېدل او د اوبمېشتو ژویو روزنه.
پېغامونه:
1-لومړی خواږه وویاست. (سره له دې چې ډېری سمندرونه تروې او ترخې اوبه لري؛ خو د قرآن په وینا کې، لومړی خوږې اوبه ویل شوي دي.) «هذا عَذْبٌ – هذا مِلْحٌ»
2- خام خوري او غوښه نه خوړل، اسلام نه مني. «تَأْکُلُونَ لَحْماً»
3- سمندر د انسان د خوراک، اغوستن او سپرلۍ لاره چاره او زمینه ده. «تَأْکُلُونَ – تَلْبَسُونَها – تَرَی الْفُلْکَ»
4-په خوړو کې تازه غوښه ښه ده. «لَحْماً طَرِیًّا»
5-انسان د فطرت له مخې ښکلا ته ورمات او له سینګار توکیو ګټنه اسلام ته منلی چار دی. «تَسْتَخْرِجُونَ حِلْیَهً تَلْبَسُونَها»
6-الهي نعمتونه خو د الله فضل دی، ګنې هغه خو مو پوروړی نه دی. «مِنْ فَضْلِهِ»
7- رزق او الهي فضل، د انسان د هڅو تر سیوري لاندې لاس ته راځي. «لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ»
8-نعمت ته پاملرنه، په انسان کې د منندوینې روح رازرغونوي. «تَشْکُرُونَ»
یُولِجُ اللَّیْلَ فِی النَّهارِ وَ یُولِجُ النَّهارَ فِی اللَّیْلِ وَ سَخَّرَ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ کُلٌّ یَجْرِی لِأَجَلٍ مُسَمًّی ذلِکُمُ اللّهُ رَبُّکُمْ لَهُ الْمُلْکُ وَ الَّذِینَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ ما یَمْلِکُونَ مِنْ قِطْمِیرٍ«13»= (الله) شپه په ورځ كې ورننباسې او ورځ په شپه كې او (د) لمر و سپوږمۍ (ګټې یې درته) اېل كړي دي، هر يو تر يوه ټاكلي وخته چلېږي. دا الله ستاسې پالونكى دى، (په ټوله نړۍ كې) واکمني يوازې د ده ده، او څه یې چې پر ځاى [ای ناباورو] دربلئ (او لمانځئ) دوى (خو ان) د کجورې د زڼي د نرۍ پردې خاوندان (هم) نه دي.
ټکي:
* شپه او ورځ سوکه سوکه خپل ځای یو بل ته پرېږدي، چې رڼا ته د تیارو او اپوټه (پرعکس) د لېږد له ضرري آثارو مخنیوی وشي.
پېغامونه:
1-د شپې او ورځې اوږدېدل او لنډېدل او یا یې یو بل ته سوکه سوکه لېږد، تصادفي چار نه دی. «یُولِجُ»
2- طبیعت الله تعالی ته مسخر/اېل دی. سَخَّرَ الشَّمْسَ. . .
3-د سپوږمۍ او لمر حرکتونه مهالویش او پای لري. «یَجْرِی لِأَجَلٍ مُسَمًّی»
4-منظم، موخن، او بامهالویش پنځون ته په پاملرنې خپل توحید پیاوړی کړئ. «ذلِکُمُ اللّهُ رَبُّکُمْ»
5-په تبلیغاتي کړنلار کې، لومړی د حق څېره انځور کړئ او بیا یې له باطل سره پرتله کړئ. «ذلِکُمُ اللّهُ – وَ الَّذِینَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ»
6- دعا او غوښتنه دې له غوره مقامه وي؛ بوتان نه غوره دي، نه د ګټې او نه د تاوان څښتنان دي. «ما یَمْلِکُونَ»
7- انسان کوم لوري ته روان دی؟ مطلق الهي ځواک «لَهُ الْمُلْکُ» یې پرېښي او په هغو موجوداتو پسې ځي، چې هېڅ ځواک نه لري. «ما یَمْلِکُونَ مِنْ قِطْمِیرٍ»
8-په تبلیغاتي کړنلار کې له هغو مثالونو ګټنه وکړئ، چې ټول خلک پرې په هرځای او وخت کې پوه شي. «قِطْمِیرٍ»
إِنْ تَدْعُوهُمْ لا یَسْمَعُوا دُعاءَکُمْ وَ لَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجابُوا لَکُمْ وَ یَوْمَ الْقِیامَهِ یَکْفُرُونَ بِشِرْکِکُمْ وَ لا یُنَبِّئُکَ مِثْلُ خَبِیرٍ«14»= كه هغوی وبلئ (؛ نو) ستاسې بلنه نه اوري او كه يې واوري هم؛ درته یې منلی نشي او د قيامت پر ورځ ستاسې له شرك (او لمانځنې) منكرېږي او تاسې هېڅوك د با خبر (الله) په څېر (له حقايقو) خبرولاى نشي.
ټکي:
*ځینې د پېغمبر اکرم او ائمه وو علیهم السلام توسل رد او د خپلې ګروهې سمې جوتونې لپاره په دې آیت استدلال کوي؛ خو له دې غافل دي، چې دا آیتونه، بوتانو ته د توسل په اړه دي، نه د الهي اولیاوو په اړه، چې الله تعالی د دوی تر مړینې روسته هم خبرې ورسره کوي. د قرآن په ډېرو آیتونو کې الله تعالی انبیاوو ته سلام کړی دی؛ لکه: «سَلامٌ عَلی إِبْراهِیمَ» [43]، «سَلامٌ عَلی مُوسی وَ هارُونَ»[44]
او رښتیا! که هغوی د الله تعالی سلام وا نه وري؛ نو د الله تعالی سلام ورته څه مانا لري؟! ته وا هغه برزخي حیات (ژوندون) چې شهدا یې لري، دوی یې نه مني!
په ډېرو روایتونو کې راغلي، چې د اسلام پېغمبر له مړیو سره خبرې کړي؛ لکه: د بدر د څاه پر سر یې د کفارو له هغو مړیو سره خبرې، چې په څاه کې پراته وو؛ داسې خبرې یې کولې، چې نیوکه پرې وشوه، چې څنګه له مړیو سره خبرې کوې؛ خو آنحضرت (ص) وویل: ((تاسې تر هغوی ډېر اورېدونکي نه یاست ». [45]
پېغامونه:
1-تاسې شرک لرې کولو ته یو استدلال هم مه سپموئ.
«ما یَمْلِکُونَ مِنْ قِطْمِیرٍ» (تېر آيت)
«لا یَسْمَعُوا دُعاءَکُمْ» ستاسې خبره او چغې نه اوري.
«مَا اسْتَجابُوا لَکُمْ»که وا یې وري، ځواب نه درکوي.
«یَکْفُرُونَ بِشِرْکِکُمْ» په قیامت کې ان معبودان له خپلو لاروي مشرکانو کرکجن دي.
2- بشر داسې ځای ته رسي، چې د اورېدونکي ځواب ورکونکي الله تعالی بلنه یې پرېښې «ادْعُونِی أَسْتَجِبْ لَکُمْ» او په ړندو، کڼو او بې اغېزو موجوداتو پسې ځي. (إِنْ تَدْعُوهُمْ لا یَسْمَعُوا. . . مَا اسْتَجابُوا)
3-توږل شوي معبودان، د قیامت پر ورځ له مشرکانو کرکجن دي. «یَکْفُرُونَ بِشِرْکِکُمْ» او وايي: تاسې موږ نه لمانځلو؛ بلکې د خپلو ګومانونو او ځاني غوښتونو بندګان وئ. «وَ قالَ شُرَکاؤُهُمْ ما کُنْتُمْ إِیّانا تَعْبُدُونَ» [46]
4- شرک نه په دنیا کې ګټه لري، «مَا اسْتَجابُوا» او نه په آخرت کې. «یَکْفُرُونَ بِشِرْکِکُمْ»
5-مهم خبرونه له خبیر واخلئ. «وَ لا یُنَبِّئُکَ مِثْلُ خَبِیرٍ»
6-د قیامت خبرونه یوازې په وحې ترلاسه کولای شو. «وَ یَوْمَ الْقِیامَهِ. . . لا یُنَبِّئُکَ مِثْلُ خَبِیرٍ»
یا أَیُّهَا النّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَراءُ إِلَی اللّهِ وَ اللّهُ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیدُ«15»= خلكو! تاسې (ټول) الله ته اړ ياست او يوازې الله شتمن ستايل شوى دى.
ټکي:
* خلکو ته د الله تعالی بلنه په دې مانا نه ده، چې ګڼې الله تعالی دوی ته اړتیا لري؛ لکه چې ومو ویل، که خلک مخ پر لمر کورونه جوړ کړي؛ نو دا بلنه په دې مانا نه ده، چې لمر موږ ته اړتیا لري؛ بلکې په دې مانا ده، چې موږ د لمر رڼا ته اړتیا لرو. «أَنْتُمُ الْفُقَراءُ إِلَی اللّهِ»
* له غرور او کبر سره د مبارزې یوه لار، د الله تعالی درشل ته د انسان بلنه ده، چې انسان په خپله کمزورۍ، ناپوهۍ، بېوزلۍ او اړتیا پوه شي. «أَنْتُمُ الْفُقَراءُ»
پېغامونه:
1-هېڅوک له الله تعالی مړه خوا نه دی. «یا أَیُّهَا النّاسُ»
2-ټول موجودات نشتمن دي؛ خو داچې انسان د سرغړاندۍ ادعا کوي؛ نو باید راکابو کړای شي. «یا أَیُّهَا النّاسُ»
3-د واسطو، وزلو، وسایلو او عللو ونډه منو؛ خو ټول اسباب او وسایل هم په اغېزمنتیا کې هغه ته اړمن دي. «هُوَ الْغَنِیُّ»
4-یوازې هغه مطلق او بشپړ غني دی. «وَ اللّهُ هُوَ الْغَنِیُّ»
5-معمولاً ماړه محبوب – مینه وړي نه وي او د سپکاويو، کېنو، سیالیو او غلاوو تورونه پرې لګي؛ خو یوازې موړ الله ستایل شوی دی. «وَ اللّهُ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیدُ»
6- الله تعالی خپله غنا او پانګه، د مخلوقاتو د اړتیاوو لرې کولو لپاره کاروي؛ نوځکه ستاینوړ دی. «الْغَنِیُّ الْحَمِیدُ»
إِنْ یَشَأْ یُذْهِبْکُمْ وَ یَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِیدٍ«16»= كه وغواړي؛ نو تاسې به (له منځه) يوسي او نوى مخلوق به منځ ته راولي؛
وَ ما ذلِکَ عَلَی اللّهِ بِعَزِیزٍ«17»= او دا (چار) الله ته ستونزمن او ګران نه دى.
ټکي:
*د انعام سورت په ۱۳۳ آیت کې مو ولوستل، چې ددې سورت د ۱۶ آیت په څېر و: «وَ رَبُّکَ الْغَنِیُّ ذُو الرَّحْمَهِ إِنْ یَشَأْ یُذْهِبْکُمْ وَ یَسْتَخْلِفْ مِنْ بَعْدِکُمْ ما یَشاءُ کَما أَنْشَأَکُمْ مِنْ ذُرِّیَّهِ قَوْمٍ آخَرِینَ»= او ستا پالونكى مړه خوا د رحمت څښتن دى (پر چا ظلم نه كوي؛ بلكې ټول د خپلو كړنو پايلې ويني) كه وغواړي؛ تاسې (له منځه) وړي او پر ځاى به مو د خپلې خوښې خلک راولي؛ لكه چې تاسې یې د نورو قومونو له ځوځاته پيدا کړي ياست.
پېغامونه:
1-که انسان تر خپلو پښو لاندې ځای ښویېدنې، سست او خطرناک وګڼي؛ نو ډېر ارام به ځي. «إِنْ یَشَأْ یُذْهِبْکُمْ»
2-د انسان د فقر او بېوزلۍ نښه، د ده د ورکاوي امکان دی. ( أَنْتُمُ الْفُقَراءُ. . . یُذْهِبْکُمْ)
3- د الهي ځواک بیانول، د بلنې یوه لار او سرغړاندو ته یوه ګواښنه ده. «إِنْ یَشَأْ یُذْهِبْکُمْ»
4-د مخلوقاتو په وړو راوړو کې الهي ځواک یو رنګ دی. «یُذْهِبْکُمْ – یَأْتِ»
5-په پنځون کې د الله تعالی لاس پرانستی دی او د ځواک پر لار یې ډپ نشته. «یُذْهِبْکُمْ وَ یَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِیدٍ»
6- مدیر دې د خپلو تر لاس لاندیو د غرور او انحصارطلبۍ (میم زرما ټول زما) مخه ونیسي. «یُذْهِبْکُمْ وَ یَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِیدٍ»
7- الهي ځواک جدي ونیسو. «وَ ما ذلِکَ عَلَی اللّهِ بِعَزِیزٍ»
وَ لا تَزِرُ وازِرَهٌ وِزْرَ أُخْری وَ إِنْ تَدْعُ مُثْقَلَهٌ إِلی حِمْلِها لا یُحْمَلْ مِنْهُ شَیْءٌ وَ لَوْ کانَ ذا قُرْبی إِنَّما تُنْذِرُ الَّذِینَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ وَ أَقامُوا الصَّلاهَ وَ مَنْ تَزَکّی فَإِنَّما یَتَزَکّی لِنَفْسِهِ وَ إِلَی اللّهِ الْمَصِیرُ«18»= او يو ګناهګار هم د بل د ګناه پېټى نه وړي او که د درانه پېټي والا [څوک] د خپلې ګناه وړو ته راوبلي؛ نو څه به ترې اوچت نه كړي او كه څه نژدې خپلوان يې وي، بېشکه (ته) يوازې هغوى ننګولاى شې، چې په پټه له خپل پالونكي وېرېږي او لمونځ دروي او چاچې ځان (له شرك، نفاق او ګناهونو) پاك كړ؛ نو د ځان ښېګڼه يې ده او (د ټولو) ورتګ يوازې د الله لوري ته دی.
ټکي:
* «وِزْرَ» د دروندوالي او پېټي په مانا دی. «مُثْقَلَهٌ»؛ یعنې درون پیټی. « ِحمل » د اوږې پېټی او « َحمل » د نس پېټي ته وايي. [47]
* په قرآن کې لولو: ځینې د نورو اغفال او تېرایستو ته وايي: «اتَّبِعُوا سَبِیلَنا وَ لْنَحْمِلْ خَطایاکُمْ» [48] ګناه مو زموږ پر غاړه او دا آیت یې ځواب دی.
پوښتنه: آیا د دې آیت [ = چې په قیامت کې د هر چا پېټي، دده پر خپلو اوږو دی او بل ته یې تاون نه رسي؛ ] په استناد ویلای شو چې په ګناهګارانو پورې کار مه لرئ؛ ځکه د ګناه پېټی یې پر خپله اوږه دی او له موږ سره کار نلري؟
ځواب: دا آیت د منکراتو په تړاو د چوپتیا مخونه نه ده؛ ځکه خپله چوپتیا، د چوپ وګړیو پر غاړه یو ډول ګناه ده. زموږ دنده، پر نېکیو امر او له بدیو منع ده؛ خو که غوږ یې کېنښود؛ نو ګناه یې زموږ پر غاړه نه ده.
*که څه هرڅوک یوازې د خپل چار پازوال دی؛ خو که یو څوک په ټولنه کې د کومې ناسمې لار یا دود بنسټ کېږدي؛ نو پر کږلاریو سربېره یې بنسټګر هم مسول دی؛ ځکه د ګناه او کږلارۍ لارښود هم په ګناه او کږلارۍ کې شریک دی.
پېغامونه:
1-د عدالت له مخې، هر څوک دې خپل پېټی وړي. ( لا تَزِرُ وازِرَهٌ. . .)
2-د خپلې ګناه پړه پر پلارنیکونو، ملګرو او چاپېریال مه وراچوئ. «وَ لا تَزِرُ وازِرَهٌ»
3-په قیامت کې د هرچا حساب و کتاب جلا دی. «لا تَزِرُ وازِرَهٌ»
4- گناه، پېټی دی. «وِزْرَ – مُثْقَلَهٌ»
5-په قیامت کې د خپلوۍ اړیکې د انسان پر برخلیک هېڅ اغېز نه لري او خپلوان ستا د اوږو پېټي وړای نشي. «وَ لَوْ کانَ ذا قُرْبی»
6- خشیت او لمونځ انسان ته د منلو وړتیا ورکوي. ( إِنَّما تُنْذِرُ الَّذِینَ یَخْشَوْنَ. . .)
7- تزکیه په تقوا او لمانځه لاس ته راځي. «یَخْشَوْنَ – أَقامُوا الصَّلاهَ – تَزَکّی»
8-د انسان تزکیه، د ده خپله ګټه ده. «لِنَفْسِهِ»
9-شونې ده، د تزکیې ګټه په دنیا کې لاس ته را نه وړئ؛ خو په آخرت کې به یې هرومره لاس ته راوړئ. «إِلَی اللّهِ الْمَصِیرُ»
10- هستي، موخه او تکاملي حرکت لري. «إِلَی اللّهِ الْمَصِیرُ»
وَ ما یَسْتَوِی الْأَعْمی وَ الْبَصِیرُ«19»= او ړوند او سترګور برابر نه دي؛
وَ لاَ الظُّلُماتُ وَ لاَ النُّورُ«20»= او نه تيارې او رڼا؛
پېغامونه:
1-د نېکیو او بدیو او کمالاتو او نیمګړتیاوو پرتلنه، د ښوونې او روزنې یوه غوره لار ده. ( وَ ما یَسْتَوِی الْأَعْمی. . .)
2-حق لار یوازې یوه ده. «النُّورُ» (په مفرد بڼه راغلی)؛ خو کږې لارې خورا ډېرې دي. «الظُّلُماتُ»
وَ لاَ الظِّلُّ وَ لاَ الْحَرُورُ«21»=او نه (يخ) سيورى او (د غرمې) تودوخه؛
وَ ما یَسْتَوِی الْأَحْیاءُ وَ لاَ الْأَمْواتُ إِنَّ اللّهَ یُسْمِعُ مَنْ یَشاءُ وَ ما أَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَنْ فِی الْقُبُورِ«22»= او هم د ژونديو (زړونه) او د مړيو (زړونه) سره برابر نه دي، په حقيقت كې د الله، چې چاته خوښه شي (خپل پيغام) وراوروي او ته په قبرو كې پرتو ته [د پند او پېغام] اورونکی نه یې.
إِنْ أَنْتَ إِلاّ نَذِیرٌ«23»= ته يوازې (يو) گواښگرندى يې (كه ايمان يې را نه ووړ، مه خپه كېږه؛ خپله دنده ترسره كړه).
ټکي:
* «ظل» د سیوري په مانا او «حرور» سوځنده باد ته وايي.
*په دې آیتونو کې مؤمن او کافر له څلورو څیزونو سره ورته شوي، چې ددې څلورو پرتلنو او تشبیه پایله داده، چې مؤمن د وګړې او برخلیک له پلوه له کافر سره یو رنګ نه دی.
مؤمن سترګور ته او کافر ړوند ته ورته شوی دی
مؤمن رڼا ته او کافر تورتم ته ورته شوی دی.
مؤمن یخ سیوري ته او کافر سوځنده باد ته ورته شوی دی.
مؤمن ژوندي ته او کافر مړي ته ورته شوی دی.
* مؤمن مخ په ودې او حرکت دی؛ ځکه هم حقیقت لیدونکې سترګې، هم رڼا، هم پاک نفس او ژوندی زړه لري؛ خو کافر چمتو نه دی، چې حقیقت وویني او د سخت زړۍ په پار یې نه مني او د تورتمونو، ناپوهۍ، تعصب او تحجر په پار حرکت نه کوي.
پېغامونه:
1- مؤمنان د ژوندي زړونو خاوندان او له حقیقي ژوندونه برخمن دي. ایمان، وګړي او ټولنې ته ژوندون وربښي او کفر د وګړي او ټولنې د مړینې لامل دی. «ما یَسْتَوِی الْأَحْیاءُ وَ لاَ الْأَمْواتُ»
2-د پېغمبر اکرم رسالت خبرداری دی، نه اجبار «ما أَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَنْ فِی الْقُبُورِ»
3-په تبلیغ کې، د اغېزمنېدو شرط د خلکو چمتووالی دی؛ ګنې د پېغمبر اکرم تبلیغ هم اغېز نه کوي. «ما أَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَنْ فِی الْقُبُورِ»
إِنّا أَرْسَلْناکَ بِالْحَقِّ بَشِیراً وَ نَذِیراً وَ إِنْ مِنْ أُمَّهٍ إِلاّ خَلا فِیها نَذِیرٌ«24» = په رښتینه كې موږ ته د الهي مصلحت له مخې زېرګری او گواښگرندی لېږلى يې او په تېرو کې هر امت گواښگرندی درلود.
پېغامونه:
1- الله تعالی حق دی او د انبیاوو له لارې یې روزنیز غونډال – نظام هم د حق پر بنسټ ایښی دی. «أَرْسَلْناکَ بِالْحَقِّ»
2-هیله او وېره یو د بل ترڅنګ چارسازي دي. «بَشِیراً وَ نَذِیراً»
3-سره له دې چې د انبیاوو دنده زېری او خبرداری دی؛ خو د خلکو د غفلت له کبله، د انبیاوو خبرداري ډېر و. «إِنْ مِنْ أُمَّهٍ إِلاّ خَلا فِیها نَذِیرٌ»
4-ځمکه هېڅکله له الهي حجته تشه نه وه. «إِلاّ خَلا فِیها نَذِیرٌ»
وَ إِنْ یُکَذِّبُوکَ فَقَدْ کَذَّبَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ جاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ وَ بِالزُّبُرِ وَ بِالْکِتابِ الْمُنِیرِ«25»= او كه تا دروغجن وګڼي (هېښنده نه ده)؛ نو په يقين تر دوى وړاندې (خلکو هم خپل استازي) دروغجن ګڼلي ول [چې] استازیو يې دوی ته څرګند دلايل، ليکنې او رڼوونکي کتاب [(ونه) چې پوهنه او احکام پکې وو] وروړي وو (خو مړ زړو ايمان رانه وړ).
ثُمَّ أَخَذْتُ الَّذِینَ کَفَرُوا فَکَیْفَ کانَ نَکِیرِ«26»= (تر حجت بشپړونې روسته) بيا مې كافران راونيول (او سخته سزا مې وركړه؛) نو( وگوره چې) سزا (مې) څنګه وه؟
ټکي:
* «زبر» د «زبور» جمع ده او د هغو کتابونو په مانا دی، چې له یو ډول پېړوالي برخمن وي.
پېغامونه:
1-د نورو له ستونزو سره آشنایي، د انسان ډاډوزله ده. «إِنْ یُکَذِّبُوکَ فَقَدْ کَذَّبَ»
2- انبیاوو خورا غوره ښیونوزلې درلودې. «البینات- الزبر- الکتاب»
3-کفارو، انبیا په لوی لاس، ځېل او د دوی د بلنې له منځپانګې په پوهېدو دروغجنول. ( کَذَّبَ الَّذِینَ. . . جاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ وَ بِالزُّبُرِ وَ بِالْکِتابِ الْمُنِیرِ)
4-الهي پرغز تر غاړې خلاصونې روسته دی. ( جاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ. . . ثُمَّ أَخَذْتُ)
5-کفارو ته په سزا ورکولو کې د الله د پرغز او ځواک بیانول، د حق لارویانو او مؤمنانو ته تسل دی. «ثُمَّ أَخَذْتُ»
6-الهي قهر، کله په دنیا کې وي. «ثُمَّ أَخَذْتُ الَّذِینَ کَفَرُوا» (کفار دې ګومان نه کوي، چې پرېښوول شوي او هېر شوي دي.)
7- کفر، د هلاکت لامل دی. «أَخَذْتُ الَّذِینَ کَفَرُوا»
8-د ځواک ښودنه او مانور یې پکار دی. د کافرانو عذاب وېرونکی او هېښوونکی و. «فَکَیْفَ کانَ نَکِیرِ»
9-د کفري ټولنو له برخلیکه عبرت واخلئ. «فَکَیْفَ کانَ نَکِیرِ»
أَ لَمْ تَرَ أَنَّ اللّهَ أَنْزَلَ مِنَ السَّماءِ ماءً فَأَخْرَجْنا بِهِ ثَمَراتٍ مُخْتَلِفاً أَلْوانُها وَ مِنَ الْجِبالِ جُدَدٌ بِیضٌ وَ حُمْرٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوانُها وَ غَرابِیبُ سُودٌ«27»= ايا نه وينې، چې الله له اسمانه اوبه اوروي، چې (له ځمكې) ډول ډول مېوى پرې راباسو، چې بېلابېل رنګونه لري (او د پالونکي د پېرزوینې له مخې) په غرونو كې هم سپينې او سرې او په بېلابېلو رنګونو او كله هم تكې تورې لارې (او ليكې) دي ( چې پېدا كړې مو دي)؟!
ټکي:
* «جُدَدٌ» د «جده» او «جاده» جمع او د لار په مانا ده، «بِیضٌ» د«أبیض» جمع او د سپین په مانا دی، «حُمْرٌ» د «أحمر» جمع، د سور مانا او «سُودٌ» د «أسود» جمع د تور په مانا دی.
* «غَرابِیبُ» تک تور ته وايي او داچې عربان، کارغه ته غُراب وايي، شونې ده، دلیل یې دا وي، چې رنګ یې تور دی.
*که څه په دې آیتونو کې یې د غرونو، سپین، سور او تور درې رنګونه ویلي؛ خو په «مُخْتَلِفاً أَلْوانُها» تعبیر اشاره کوي، چې د غرونو رنګونه په دې درېیو پورې ځانګړي نه دي.
پېغامونه:
1-په پوښتنه، وجدانونه راویښ کړئ. «أَ لَمْ تَرَ»
2- پېغمبر ته خطاب، په حقیقت کې ټولو خلکو ته خطاب دی. «أَ لَمْ تَرَ أَنَّ اللّهَ»
3- الله تعالی د هستۍ نظام، د علت او معلول پر بنسټ ایښی دی؛ اوبه، د بوټیو د راټوکېدو علت دی. «فَأَخْرَجْنا بِهِ»
4- الله تعالی له بې رنګه اوبو او له یورنګه ځمکې، رنګارنګ مېوې پنځوي. «ثَمَراتٍ مُخْتَلِفاً أَلْوانُها»
5-په غرونو کې رنګارنګ لیکې او رګونه تصادفي نه دي. «جُدَدٌ بِیضٌ وَ حُمْرٌ – غَرابِیبُ سُودٌ»
وَ مِنَ النّاسِ وَ الدَّوَابِّ وَ الْأَنْعامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوانُهُ کَذلِکَ إِنَّما یَخْشَی اللّهَ مِنْ عِبادِهِ الْعُلَماءُ إِنَّ اللّهَ عَزِیزٌ غَفُورٌ«28»= او همداسې د خلکو، خځندو او څارويو رنګونه هم بېلابېل دي (هو!) حقيقت همداسې دى، چې له الله یوازې پوه بندګان یې وېرېږي؛ [ځکه] چې الله بريمن بښونكى دى.
ټکي:
* «أنعام» د «نعم» جمع او د اوښ په مانا دی؛ خو غواوو او پسانو ته هم ویل کېږي. که څه «دواب» کلمه د خوځنده په مانا ده او هغوی هم پکې رانغاړل کېږي؛ خو دې درېیو څارویو ته د انسان د شدیدې اړتیا په پار یې ددې څارویو نامې جلا راوړې دي.
* «خَشِیتُ» له پوهې راولاړ له درناوي سره وېرې ته وايي.
* امام صادق(رح) وویل: «عالم، هغه کس دی، چې د ده کړنې د ده ویناوې تصدیق کړي، ګنې عالم نه دی ». [49]
* دا آیت وايي: علم د الهي خشیت لامل دی او د همدې سورت ۲۸ آیت وايي: الهي خشیت، د انبیاوو د نصیحت منلو لامل ګرځي؛ نو پایله اخلو، چې علم دې د خبرداریو منلو لامل شي؛ نو پردې بنسټ، که ومو لیدل چې یو عالم نصیحت منونکی نه دی؛ خو عوام خبرداري منونکي دي؛ نو و دې ویل شي، هغه علم چې په قرآن کې اوڅار دی، د نن ورځ له اصطلاح سره توپیر لري؛ بلکې له علم مراد، د حقیقت لاس ته راوړل؛ نورانیت، بصیرت او حکمت درلودل دي او بې تقوا عالمان، د قرآن په هینداره کې ناپوه دي؛ د پالونکي پر برم ناپوه، په دنیا کې یې پر رسالت او مکلفیت ناپوه، د پنځون پر موخه ناپوه او پر برخلیک او قیامت ناپوه.
* د امام رضا (رح) د حرم په څنګ کې د المیزان تفسیر خاوند ارواښاد طباطبايي ته ورغلم، ورته مې وویل: د خپلو زده کړو په لومړیو کلونو کې همدا چې لمونځ مې کاوه، د ژړا او خشوع حالت مې درلود، خو اوس چې لوستی شوی یم، په لمانځه کې غافل یم؛ نو د « إِنَّما یَخْشَی اللّهَ مِنْ عِبادِهِ الْعُلَماءُ» آیت څه وايي؟ راته یې وویل: کومه پوهه او علم چې لرئ، یو لړ معلومات او یادداښتونه دي، که رښتونی علم وای؛ نو عبودیت دې لا ډېرېده.
پېغامونه:
1-د انسانانو او څارویو په رنګ کې اړپېچ، د الهي ځواک او عظمت یوه نښه ده. ( وَ مِنَ النّاسِ. . . مُخْتَلِفٌ أَلْوانُهُ)
2-په جسمي او توکیزو چارو کې انسان د نورو موجوداتو په لیکه کې دی. «وَ مِنَ النّاسِ وَ الدَّوَابِّ وَ الْأَنْعامِ»
3-د هستۍ پر خوالو پوهه، الهي خشیت ته د رسېدو شالید او زمینه ده. ( إِنَّما یَخْشَی اللّهَ. . . اَلْعُلَماءُ)
4- بې تقوا علماء، واقعي علم ته نه دي رسېدلي. «إِنَّما یَخْشَی اللّهَ مِنْ عِبادِهِ الْعُلَماءُ»
5-عبادت کوونکي ډېر دي؛ خو یوازې عالمان د خشیت مقام ته رسي. «إِنَّما یَخْشَی اللّهَ مِنْ عِبادِهِ الْعُلَماءُ»
إِنَّ الَّذِینَ یَتْلُونَ کِتابَ اللّهِ وَ أَقامُوا الصَّلاهَ وَ أَنْفَقُوا مِمّا رَزَقْناهُمْ سِرًّا وَ عَلانِیَهً یَرْجُونَ تِجارَهً لَنْ تَبُورَ«29»= په حقيقت کې کوم کسان چې الهي كتاب لولي او لمونځ دروي او زموږ له ورکړې روزۍ يې (د الله په لار کې) په پټه او ښكاره لګوي (؛ نو) دوى (گټورې او) بې تاوانه سوداګرۍ ته هيلمن دي.
ټکي:
*په تېر آیت کې دا خبره وه، چې یوازې علماء الهي خشیت لري، ته وا دا آیت واقعي علماء راښيي، چې هغوی: له قرآن سره مینه او اُنس لري، لمونځ دروي، انفاق یې سوچه دی؛ ځکه هم په ښکاره او هم په پټه انفاق کوي او که ریاکاران ول؛ نو یوازې یې ښکاره انفاق کاوه.
* «تَبُورَ» له «بوار» اخستل شوی او په سوداګرۍ کې د سختې نارواجۍ، له دوده لوېدو او د پېرونکي نه درلودو په مانا دی. داچې دا چار د فساد او ورکاوي لامل دی، هلاکت ته هم بوار ویل کېږي.
*په تېر آيت کې «یَخْشَی اللّهَ» اوڅار شو او په دې آیت کې «یَرْجُونَ»؛ هو، الهي نارینه د خوف (ډار) او رجاء (هیلې) ترمنځ دي. [50]
* په قرآن کې څو ځل، قرآن د لمانځه ترڅنګ اوڅار شوی دی:
«یَتْلُونَ کِتابَ اللّهِ وَ أَقامُوا الصَّلاهَ»[51]= د الله کتاب تلاوتوي او لمونځ دروي.
«یُمَسِّکُونَ بِالْکِتابِ وَ أَقامُوا الصَّلاهَ» [52] پر آسماني کتاب منګولې لګوي او لمونځ دروي.
«اتْلُ ما أُوحې إِلَیْکَ مِنَ الْکِتابِ وَ أَقِمِ الصَّلاهَ»[53] له کتاب هغه څه تلاوت کړه، چې تا ته در وحې شوي او لمونځ ودروه.
له الله تعالی سره د سوداګرۍ ګټې
1-څومره پانګه چې لرو، (روغتیا، پوهه، عمر، پت، آبرو، مال او. . .) د هغه دي؛ نو پر هماغه یې وروپلورئ. هو، که یو زوی ځمکه، سمنټ او پیسې له پلاره واخستې او یو کور یې پرې جوړ کړ او بیا یو څو تنه د کور پېرونکي شول، چې یو یې هم پلار دی؛ نو عقل او وجدان وايي، چې کور پر پلار وپلوري؛ ځکه په خپله زوی او ټوله شتمني یې له پلاره ده او پر پردي یې پلورل، ځواني، مړانه او سړیتوب نه دی.
2- الله تعالی یې د ابدي جنت په بیه پېري؛ خو نور یې په تاوان درځنې پېري.
3- الله تعالی لږ هم مني، «فَمَنْ یَعْمَلْ مِثْقالَ ذَرَّهٍ»؛ خو نور درځنې لږ نه مني.
4- الله تعالی په خپله بښنه د توکي نیمګرتیا پټوي او له هماغو نیمګړتیاوو سره یې پېري، تر لمانځه روسته په دعا کې وايو: یا الله! که د لمانځه په رکوع او سجدو کې مې کومه نیمګړتیا وي؛ نو نالیدې یې وګڼه او له موږ یې ومنه. د رجب میاشت په دعا کې لولو: «خاب الوافدون علی غیرک و خسر المتعرضون الا لک»[54]؛ یعنې هغوی وبایلله چې بې له تا د بل کور ته ورغلل او تاوان یې وکړ، چې بې له تا په بل پسې ولاړل.
پېغامونه:
1-د قرآن تلاوت که څه مستحب دی؛ خو تر واجباتومخکې راغلی دی. ( یَتْلُونَ. . .
أَقامُوا. . . أَنْفَقُوا)
2- اند او فرهنګ، د عمل سریزه ده. «یَتْلُونَ کِتابَ اللّهِ – أَقامُوا الصَّلاهَ»
3-څوک چې په مینه دین ومني؛ نو هرومرو لمونځ او انفاق کوي. (د کتاب تلاوت په مضارع بڼه راغلی، چې د عمل د تداوم او له تلاوت سره د مینې نښه ده، «یَتْلُونَ»؛ خو لمونځ او انفاق په ماضي بڼه راغلي، چې د هرومرو کولو په مانا یې دي.) «أَقامُوا – أَنْفَقُوا»
4-لمونځ دې د بېوزلیو له لاسنیوي سره وي. «أَقامُوا – أَنْفَقُوا»
5-د انسان شتمنۍ، الهي ورکړه ده. «رَزَقْناهُمْ»
6-که پام مو وي، چې زموږ شتمنۍ له الله تعالی دي؛ نو په انفاق کې به کنجوسي ونکړو. «أَنْفَقُوا مِمّا رَزَقْناهُمْ»
7-د درکړ شویو یوه برخه انفاق کړئ؛ نوره یې ستاسې خپله. «مِمّا رَزَقْناهُمْ» (د «من» کلمه د ځینې/ یوې برخې په مانا ده)
8-انفاق یوازې په مال کې نه دی؛ بلکې له پوهې، پت، آبرو او ځواک نه مو هم خلکو ته انفاق وکړئ. «مِمّا رَزَقْناهُمْ»
9- انفاق دې هم پټ وي او هم ښکاره. (په پټ انفاق کې د انسان خلوص وده کوي او په ښکاره انفاق کې، خلک دې چار ته هڅول کېږي.) «سِرًّا وَ عَلانِیَهً» البته پټ انفاق غوراوی لري؛ نو ځکه یې نامه تر ښکاره انفاقه مخکې راغلې ده. «سِرًّا وَ عَلانِیَهً»
10-بري ته هیله دې له اند، عمل او انفاق سره وي؛ ګنې بې هڅې هیله یوازې یو ګومان دی. «یَتْلُونَ، أَقامُوا، أَنْفَقُوا، یَرْجُونَ»
11-د علم او الهي خشیت په درلودو(چې په تېر آیت کې اوڅار شول)، د قرآن په تلاوت، لمونځ کولو او د بېوزلیو په لاسنیوي، بیا هم ځانونه وړ مه ګڼئ؛ بلکې یوازې هیلمن وسئ. «یَرْجُونَ»
12-له الله تعالی سره په معامله کې د تاوان یو سلنه تاوان هم نشته. «تِجارَهً لَنْ تَبُورَ»
13-ګومان مه کوئ، چې په انفاق به مو مال لږ شي. «تِجارَهً لَنْ تَبُورَ»
14-د اسلام په فرهنګ کې، دنیا بازار دی، انسان پلوروونکی، الهي نعمتونه پانګه او د پېرونکي ټاکنه د انسان په خوښه ده؛ کولای شي له الله تعالی سره معامله وکړي او یا غیرالله وټاکي.
لِیُوَفِّیَهُمْ أُجُورَهُمْ وَ یَزِیدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ غَفُورٌ شَکُورٌ«30» (دوى دا ښې چارې كوي) چې (الله) دوی ته خپله بدله پوره وركړي او له خپلې پېرزوينې پرې ورزیاته كړي (ځکه) چې هغه منندوى بښونكى دى.
ټکي:
*ددې آیت په ټولو کلمو کې الهي پېرزوینې ځلېږي:
بشپړ انعام. «لِیُوَفِّیَهُمْ»
سره له دې چې پانګه او د عمل توفیق د هغه دی، بیا یې هم د انعام نامه پرې ایښې ده. «أُجُورَهُمْ»
د الله تعالی له لوري د پېرزوینو او انعامونو ډېرېدل. «یَزِیدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ»
پېغامونه:
1-الهي اجر لاس ته راوړو ته هڅې، اخلاص نه ټکنی کوي. «لِیُوَفِّیَهُمْ أُجُورَهُمْ»
2- الله تعالی هم لاسباړه ورکوي او ډېره یې ورکوي. «لِیُوَفِّیَهُمْ أُجُورَهُمْ وَ یَزِیدَهُمْ»
3-بشپړ اجر، د الله تعالی له منندوینې راولاړ دی. ( لِیُوَفِّیَهُمْ. . . شَکُورٌ)
4- الله تعالی د هڅو قدرمني کوي او پر تېروتنو مو پرده اچوي؛ موږ دې هم د نورو د چوپړونو قدرمن ووسو او له تېروتنو یې تېر شو. «إِنَّهُ غَفُورٌ شَکُورٌ»
وَ الَّذِی أَوحېنا إِلَیْکَ مِنَ الْکِتابِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقاً لِما بَیْنَ یَدَیْهِ إِنَّ اللّهَ بِعِبادِهِ لَخَبِیرٌ بَصِیرٌ«31»= او څه چې موږ له کتابه تا ته در وحې کړي، حق او د مخکېنیو کتابونو تاييدونکى او ورسره همغږى دى. بېشکه الله د خپلو بندګانو په اړه باخبر لیدونکی دی.
پېغامونه:
1- په قرآن کې باطل، بېځایه، اضافه او بې منطق خبره نشته. «هُوَ الْحَقُّ»
2-قرآن د هر کتاب او کلام د حقانیت تله ده. «هُوَ الْحَقُّ»
3- آسماني کتابونه د یو بل تاییدونکي دي. «مُصَدِّقاً»
4- الله تعالی هم وحې ته د بشر له اړتیا خبر دی او هم د وحې لاس ته راوړ لپاره د پېغمبر په وړتیا. ( «لَخَبِیرٌ» له باطنو خبر او «بَصِیرٌ» له ظاهرو خبر.) «بِعِبادِهِ خَبِیرٌ بَصِیرٌ»
ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْکِتابَ الَّذِینَ اصْطَفَیْنا مِنْ عِبادِنا فَمِنْهُمْ ظالِمٌ لِنَفْسِهِ وَ مِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَ مِنْهُمْ سابِقٌ بِالْخَیْراتِ بِإِذْنِ اللّهِ ذلِکَ هُوَ الْفَضْلُ الْکَبِیرُ«32»= بيا موږ دا “اسماني” کتاب يوې ډلې ته ورميراث کړ، چې له خپلو بندګانو مو راچاڼ کړي وو (؛ خو) ځينو یې پر ځانونو تېرى وكړ، ځينې یې منځلاري ول او ځينې يې د الله په امر په نېكيو كې (تر ټولو) ړومبي شول، دا هماغه ستره لورنه (او توفيق) دى.
ټکي:
*ددې آيت په اړه، څه مې چې له بېلابېلو اقوالو راغونډ کړي او له روایتونو سره همغږي دي، دادي، چې الله تعالی وايي: قرآن مې تر پېغمبر روسته، خپلو ټاکلیو بندګانو ته چې هماغه د حضرت فاطمې له ځوځاته معصوم امامان دي، په میراث کې ورکړ او ددې دلیل، چې د قرآن علوم مو ټاکلیو ته ورکړل، دادی چې ځینې بندګان ظالم، ځینې منځلاري او ځینې چې د روایتونو له مخې، د پېغمبر اهلبیت دي، په ټولو نکېچاریو کې مخکښان دي او یوازې دا درېیمنۍ ډله ټاکل شوي دي، نه ټول.
* په ډېرو روایتونو کې لولو، چې امامانو وویل: «د الله هغه ټاکل شوي بندګان چې د کتاب وارثان دي، موږ د رسول الله اهلبیت یو ». [55]
پېغامونه:
1- قرآن په یوازې ځان بسیا نه دی؛ بلکې ملاتړ او مجري ته اړتیا لري. «أَوْرَثْنَا الْکِتابَ»
2-هغه د ټاکنې او د دیني پازوالیو د ورکړې حق لري، چې د بندګانو له حاله ژوره پوهه ولري. «إِنَّ اللّهَ بِعِبادِهِ لَخَبِیرٌ بَصِیرٌ – ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْکِتابَ الَّذِینَ اصْطَفَیْنا»
3- موږ په خپله د قرآن له رڼاوو د بې برخېدو لامل یو. «فَمِنْهُمْ ظالِمٌ – وَ مِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ»
4-د قرآن میراث لاس ته راوړو شرط، په ټولو نېکچاریو کې مخکښي ده، نه په ځینو کې یې. «بِالْخَیْراتِ»
5-د الله تعالی ټاکنه حکیمانه ده. هغوی د قرآن د علومو پاتوړي دي، چې په نېکیو کې مخکښ دي. «سابِقٌ بِالْخَیْراتِ»
6- ظلم په خپله د انسان له لوري دی، «ظالِمٌ لِنَفْسِهِ»؛ خو په نېکیو کې د مخکښیو توفیق یوازې د الله تعالی په اجازې دی. «سابِقٌ بِالْخَیْراتِ بِإِذْنِ اللّهِ»
7-له قرآن څخه میراث وړل/پاتوړي، یو ستر الهي فضل دی. «ذلِکَ هُوَ الْفَضْلُ الْکَبِیرُ»
جَنّاتُ عَدْنٍ یَدْخُلُونَها یُحَلَّوْنَ فِیها مِنْ أَساوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَ لُؤْلُؤاً وَ لِباسُهُمْ فِیها حَرِیرٌ«33»= (دوی به) همېشني جنتي باغونو ته ورننوځي، هلته به د سروزرو او مرغلرو په وښيو سينګار کړای شي او هلته به یې جامې ورېښمينې وي.
ټکي:
* «أَساوِرَ» د « ِسوار » جمع؛ د «دستواره» معرّب یوه فارسي کلمه ده، چې عربي ژبې ته ورننووتې ده. [56]
پېغامونه:
1-د نعمتونو تکثر، ډېرښت، تنوع او رنګارنګي یو ارزښت دی. «جَنّاتُ»
2-د نورو له هڅونې مه غافلېږئ. «جَنّاتُ عَدْنٍ – یُحَلَّوْنَ»
3-د لنډمهاله بې برخیو بدله، همېشنۍ بریاوې دي. (که د دنیا په څو ورځېني ژوند کې سړیو ته سره زر او ورېښم حرام شوي؛ خو په جنت کې ترې برخمن دي.) (یُحَلَّوْنَ. . . مِنْ ذَهَبٍ. . .)
4- معاد، جسماني دی. (سره او ملغلرلې، په توکیز بدن پورې اړوند سینګار دی.) «أَساوِرَ مِنْ ذَهَبٍ»
وَ قالُوا الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِی أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ إِنَّ رَبَّنا لَغَفُورٌ شَکُورٌ«34»= او وايي: ((ستاېنه د هغه الله ده، چې خپګان یې رانه لرې كړ، په رښتيا زموږ پالونکى ښه بښونكى او خورا منندوى دى؛
پېغامونه:
1- د جنتیانو شعار د الله تعالی ستاینه ده. «وَ قالُوا الْحَمْدُ لِلّهِ»
2- په جنت کې غم او خپګان نشته. «أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ»
3- په جنت کې، د توکیزو نعمتوونو ترڅنګ (تېر آیت) روحي ډاډ هم اوڅار دی. «أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ»
4- جنت، جنتیانو ته د الهي مغفرت او مننې په پار وررسي. «إِنَّ رَبَّنا لَغَفُورٌ شَکُورٌ»
5-د نورو پر تېروتنو پرده اچول او د وړ بندګانو قدرمني، د ربوبیت یو چار دی. «إِنَّ رَبَّنا لَغَفُورٌ شَکُورٌ»
6- جنتیان یو لړ ځانګړنې لري، چې الله تعالی یې قدرمن او منندوی دی. «لَغَفُورٌ شَکُورٌ»
اَلَّذِی أَحَلَّنا دارَ الْمُقامَهِ مِنْ فَضْلِهِ لا یَمَسُّنا فِیها نَصَبٌ وَ لا یَمَسُّنا فِیها لُغُوبٌ«35»= هغه چې موږ یې د خپلې لورنې له مخې په (تلپاتې) هستوګنځي كې مېشت كړو، چې نه پکې (بدني) کړاو رارسي او نه له (روحي) ستړيا سره مخېږو.))
ټکي:
* «نَصَبٌ» د کړاو او خپګان په مانا او «لُغُوبٌ» د بېوسۍ په مانا دی او کله ژور خپګان ته هم کارېږي.
*په پرمختللیو هېوادونو او شتمنو کورنیو کې هوساینه موندل کېږي؛ خو ډاډ لږ دی؛ خو جنتیان هم په بشپړ ډاډ کې دي او هم له غمونو او خپګانونو لرې دي.
پېغامونه:
1- جنت، ابدي دی. «دارَ الْمُقامَهِ»
2- جنتیان، نعمتونه الهي فضل ګڼي، نه د خپلو کړنو پایله. «مِنْ فَضْلِهِ»
3-خپګان او کړاو ان جنتیانو ته ورنږدېږي هم نه. «لا یَمَسُّنا»
4-په دنیا کې له بریده تېر د عمر اوږدوالی ستړیا راولي؛ خو په جنت کې، نه ستړیا شته او نه خپګان. ( لا یَمَسُّنا. . . نَصَبٌ. . . لُغُوبٌ)
5-د جنت هوساینه او ډاډ حتمي دي. (د «لا یَمَسُّنا» غونډله تکرار شوې ده)
وَ الَّذِینَ کَفَرُوا لَهُمْ نارُ جَهَنَّمَ لا یُقْضی عَلَیْهِمْ فَیَمُوتُوا وَ لا یُخَفَّفُ عَنْهُمْ مِنْ عَذابِها کَذلِکَ نَجْزِی کُلَّ کَفُورٍ«36»= او کافرانو ته د دوزخ اور دى، نه یې د مرګ پرېکړه کېږي، چې مړه شي (او قيصه يې پاى ته ورسي) او نه یې له عذابه څه ترې کمېږي. (هو!) هر نامنندوی ته همداسې سزا ورکوو.
ټکي:
*د جنت د وعدو ترڅنګ د دوزخ وعیدونه (عذابونه) هم ویل کېږي، چې د وېرې او هیلې ترمنځ تعادل وي.
* دوزخیان دوې غوښتنې لري، یو ځل وايي: «لِیَقْضِ عَلَیْنا رَبُّکَ»[57] الله دې مرګ راکړي، چې هوسا شو. الله تعالی وايي: «لا یُقْضی عَلَیْهِمْ فَیَمُوتُوا» په دوزخ کې مړینه نشته، چې دوزخیان مړه او له عذابه بچ شي. بل ځل غواړي، چې لږ تر لږه تخفیف دې ورکړل شي: «یُخَفِّفْ عَنّا یَوْماً مِنَ الْعَذابِ»[58] دا آیت وايي: «لا یُخَفَّفُ» تخفیف هم نشته.
پېغامونه:
1-هغه چې له کافرتوبه، ناشکرۍ ته ورسېد او پر ځان یې د نېکمرغۍ ټولې تمبې وتړلې؛ نو د خلاصون ټولې تمبې به هم پرې وتړل شي؛ هلته نه مړینه شته او نه تخفیف. «فَیَمُوتُوا وَ لا یُخَفَّفُ»
2- کفر، د نعمتونو یو ډول کفران دی. ( اَلَّذِینَ کَفَرُوا. . . کُلَّ کَفُورٍ)
3-وګړی مهم نه دی، خصلت او ځانګړنه مهمه ده. «کُلَّ کَفُورٍ»
وَ هُمْ یَصْطَرِخُونَ فِیها رَبَّنا أَخْرِجْنا نَعْمَلْ صالِحاً غَیْرَ الَّذِی کُنّا نَعْمَلُ أَ وَ لَمْ نُعَمِّرْکُمْ ما یَتَذَکَّرُ فِیهِ مَنْ تَذَکَّرَ وَ جاءَکُمُ النَّذِیرُ فَذُوقُوا فَما لِلظّالِمِینَ مِنْ نَصِیرٍ«37»= او دوى به پکې نارې سورې وهي: ((پالونکيه! موږ وباسه، چې د پخوانيو کړنو پر خلاف ښې چارې وکړو.)) (په ځواب کې ورته ويل کېږي:) ولې دومره عمر مو درکړی نه و، چې که چا پکې پند اخست؛ نو اخستاى يې شو او (الهي) گواښگرندي درغلي نه وو؟! نو [عذاب] وڅکئ، چې [مشرکو] ظالمانو ته څوک مرستندوى نشته (چې له عذابه يې بچ کړي)!
ټکي:
* «صراخ» د چغو سورو په مانا دی، چې له مرستې غوښتو سره وي.
*په دوو تېرو آیتونو کې وویل شول، چې جنتیان په بشپړه هوساینه او ډاډ کې دي، دا آیت وايي:
دوزخیان سوځي، چغې سورې وهي او مرسته غواړي.
پېغامونه:
1- هرې چغې، کوکې او غوښتنې ته اعتنا مه کوئ، د مجرم غوښتنه نه منل کېږي. «رَبَّنا أَخْرِجْنا نَعْمَلْ صالِحاً» (الله وايي: «وَ لَوْ رُدُّوا لَعادُوا لِما نُهُوا عَنْهُ» که ورستانه شي، بیا هم خپلې هماغه سرغړاندۍ کوي.)
2-بدچارۍ، انسان دوزخي کوي. «أَخْرِجْنا نَعْمَلْ صالِحاً»
3-ټول سرغړاندي به یوه ورځ په بېوسۍ او زارۍ شي. ( رَبَّنا أَخْرِجْنا. . .)
4- آخرت، له لاسه وتلیو د جبران ځای نه دی. ( أَ وَ لَمْ نُعَمِّرْکُمْ. . .)
5-په دنیا کې ډېری خلک ګومان کوي، چې چارې یې نېکې دي؛ خو په قیامت کې پوهېږي، چې نېکې نه وې؛ نو وايي: پالونکیه! که له دوزخه وژغورل شوو؛ نو نېکې کړنې (نه د تېرو نېکو کړنو په څېر چې ګومان مو کاوه، چې نېکې وې) به وکړو. «غَیْرَ الَّذِی کُنّا نَعْمَلُ»
6- الله تعالی ټولو خلکو ته هومره عمر ورکړی، چې حجت پرې تمام (غاړه پرې خلاصه) شي. «أَ وَ لَمْ نُعَمِّرْکُمْ ما یَتَذَکَّرُ فِیهِ»
7- فرصتونه له لاسه ورکول، پر ځان ظلم دی. ( أَ وَ لَمْ نُعَمِّرْکُمْ. . . فَما لِلظّالِمِینَ مِنْ نَصِیرٍ)
8-له عمر کولو موخه، هوښیاري ده. غافل انسان، ته وا عمر یې نه دی کړی. «أَ وَ لَمْ نُعَمِّرْکُمْ ما یَتَذَکَّرُ»
9-لنډمهاله وریادونه او تذکر چارسازی نه دی؛ ځکه هر مجرم د یوې شېبې لپاره متذکرېږي؛ تذکر دې دوام ولري. «یَتَذَکَّرُ فِیهِ»
10-چې ګواښګرندي نه وي، الهي پرغز- قهر نشته. «جاءَکُمُ النَّذِیرُ فَذُوقُوا»
11-هغه ظالم دی، چې د انبیاوو خبرداریو ته پاملرنه ونکړي. ( جاءَکُمُ النَّذِیرُ. . . فَما لِلظّالِمِینَ)
12- کفارو ته شفاعت، دعا او زارۍ چارسازې نه دي. «مِنْ نَصِیرٍ»
إِنَّ اللّهَ عالِمُ غَیْبِ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ إِنَّهُ عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ«38»= په حقيقت کې الله د اسمانونو او ځمکې له پټو (خوالو) خبر دى او بېشکه هغه د سينو پر پټو خوالو (هم) ښه پوه دی.
ټکي:
*په تېرو آیتونو کې مو ولوستل: الله تعالی د قرآن میراث ته یو شمېر وګړي وټاکل، یو شمېر وګړي جنت ته بوځي، یو شمېر وګړي دوزخ ته؛ دا آیت وايي: ځکه هغه له هر څه خبر دی او له پټ و ښکاره او دننه و بهر خبر دی.
پېغامونه:
1-هغوی چې د دنیا فرصتونه له لاسه ورکړي او نېکۍ یې نه دي کړي او په آخرت کې زارۍ کوي، چې له دوزخه مو وژغوره، چې نېکۍ وکړو، په حقیقت کې دوی په خپله خبره کې رښتین نه دي. «إِنَّهُ عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ»
2-پردې ایمان چې الله تعالی پر هر څه خبر دی، له سرغړونې د انسان غوره مخنیوونکی دی. «إِنَّهُ عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ»
هُوَ الَّذِی جَعَلَکُمْ خَلائِفَ فِی الْأَرْضِ فَمَنْ کَفَرَ فَعَلَیْهِ کُفْرُهُ وَ لا یَزِیدُ الْکافِرِینَ کُفْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ إِلاّ مَقْتاً وَ لا یَزِیدُ الْکافِرِینَ کُفْرُهُمْ إِلاّ خَساراً«39»= دی (الله) هغه (ذات) دى، چې تاسې يې په ځمکه کې ځايناستي کړئ؛ نو څوک چې کافر شو؛ نو کفر يې د خپلې غاړې دى او کافرانو ته یې کفر د خپل پالونکي غوسه لا تاوجنوي او (هم) کافرانو ته يې کفر بې له زيانه بل څه نه ورزياتوي.
ټکي:
*په دې آیت کې د انسان له خلیفه توب مراد، یو له دې درېیو چارو ځنې دی: ملتونه د ملتونو ځایناستی، د آدم ځوځات د تېرو انسانانو ځایناستی، انسان د الله تعالی ځایناستی.
* «مقت» سختې غوسې ته وايي، چې په قرآن کې څلورو چارو ته کارېدلې ده:
- کفر. «لا یَزِیدُ الْکافِرِینَ کُفْرُهُمْ. . . إِلاّ مَقْتاً»
- زنا. «إِنَّهُ کانَ فاحِشَهً وَ مَقْتاً» [59]
- خبرې کول او عمل پرې نه کول. «کَبُرَ مَقْتاً عِنْدَ اللّهِ أَنْ تَقُولُوا ما لا تَفْعَلُونَ» [60]
- بې منطق خبره. «یُجادِلُونَ فِی آیاتِ اللّهِ بِغَیْرِ سُلْطانٍ أَتاهُمْ کَبُرَ مَقْتاً عِنْدَ اللّهِ» [61]
پېغامونه:
1-باید پر ځمکه د انسان ځایناستي، د مننې لامل وي، نه د کفر. ( جَعَلَکُمْ خَلائِفَ. . . فَمَنْ کَفَرَ) (تاسې هم تلوني یاست او نور به مو ځایناستي شي؛ نو د دنیا په دې څو ورځو کې کفر مه کوئ.)
2-د انسان کفر یې په خپل تاوان دی او د الله تعالی هېڅ هم نشي کولای. «فَعَلَیْهِ کُفْرُهُ»
3- کفار دې د خپل کفر پړه پر پلارنېکونو او یا ټولنې نه وراچوي. «فَمَنْ کَفَرَ فَعَلَیْهِ کُفْرُهُ»
4-د کفر خطرې او آثار محدود نه دي او هره شېبه پراخېدوني دي. ( لا یَزِیدُ الْکافِرِینَ. . إِلاّ مَقْتاً. . . إِلاّ خَساراً)
5-کفر پخپله د تاوان یو لامل دی، که کافر کوم فاسد چار هم ونکړي. «لا یَزِیدُ الْکافِرِینَ کُفْرُهُمْ إِلاّ خَساراً»
6-د ګناه د خطرونو ویل، د ګناهګار مخه ډپوي. «مَقْتاً – خَساراً»
قُلْ أَ رَأَیْتُمْ شُرَکاءَکُمُ الَّذِینَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللّهِ أَرُونِی ما ذا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْکٌ فِی السَّماواتِ أَمْ آتَیْناهُمْ کِتاباً فَهُمْ عَلی بَیِّنَهٍ مِنْهُ بَلْ إِنْ یَعِدُ الظّالِمُونَ بَعْضُهُمْ بَعْضاً إِلاّ غُرُوراً«40»= ووايه: ((ما ته راوښيئ، دا خپل معبودان چې د الله پر ځاى ورته قايل ياست (او لمانځئ)، په ځمکه کې يې څه پيدا کړي دي يا د اسمانونو (په پنځون او مالکيت کې يې) څه ونډه شته؟ يا کوم (اسماني) کتاب مو ورکړى، چې دوی یې په رڼا کې (د خپل شرک لپاره) څه څرګند دليل ولري؟)) (نه دا يو هم نشته)؛ بلکې (مشرک) ظالمان يوازې يو بل ته د غولونې (او دروغو) ژمنې ورکوي.
پېغامونه:
1- پېغمبر اکرم (ص) له مخالفانو سره د خبرو اترو کولو دنده درلوده. «قُلْ»
2-په پوښتنه، وجدانونه راویښ کړئ. «أَ رَأَیْتُمْ – أَرُونِی ما ذا خَلَقُوا»
3- اسلام د منطق دین دی. «أَ رَأَیْتُمْ – أَرُونِی – فَهُمْ عَلی بَیِّنَهٍ»
4-ننګونه او سیال رابلل، یوازې په تشریع کتاب کې نه ده، چې وايي: «فَأْتُوا بِسُورَهٍ» بلکې د پنځون او تکوین کتاب په اړه هم دی. «أَرُونِی ما ذا خَلَقُوا»
5- مشرکان بیخي منطق نه لري، نه عقلي «ما ذا خَلَقُوا» او نه نقلي «أَمْ آتَیْناهُمْ کِتاباً»
6-چېرته چې منطق او بینه نه وي؛ هلته به دوکه وي. ( إِنْ یَعِدُ. . . إِلاّ غُرُوراً)
7- مشرکان ظالمان دي. «یَعِدُ الظّالِمُونَ» د ظالمانو ژمنې، چل ول او شعارونه یې تېرایستونکي دي. «إِلاّ غُرُوراً»
8-شرک پر تبلیغاتو او ټګیجنو ژمنو ولاړ دی. «إِنْ یَعِدُ الظّالِمُونَ بَعْضُهُمْ بَعْضاً إِلاّ غُرُوراً»
9-چل ول هرڅوک کولای شي. «بَعْضُهُمْ بَعْضاً» کله کمزوري او عادي وګړي، په غوړه مالۍ پورته وګړي کږلاروي او کله پیاوړي وګړي، په ګواښنه، تطمیع او دروغجنو ژمنو او شعارونو، خلک خپلې لاروۍ ته اړباسي. «یَعِدُ الظّالِمُونَ بَعْضُهُمْ بَعْضاً»
إِنَّ اللّهَ یُمْسِکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ أَنْ تَزُولا وَ لَئِنْ زالَتا إِنْ أَمْسَکَهُما مِنْ أَحَدٍ مِنْ بَعْدِهِ إِنَّهُ کانَ حَلِیماً غَفُوراً«41»= په رښتینه کې الله اسمانونه او ځمکه [په خپلو مدارونو کې ثابت] ساتي، چې (له خپلو غونډالونو) بېځايه نشي او که (په اجازه يې) بېځايه شي (؛ نو) تر ده روسته يې هېڅوک ساتلاى نشي، په رښتيا هغه زغمناک بښونکى دى.
ټکي:
*د الله تعالی د هستۍ ساتنې او حلم ترمنځ یې اړیکه ده؛ لکه څنګه چې زموږ د ګروهو، کړنو او د هستۍ نظام د ړنګېدو ترمنځ اړیکه ده. په دې آیت کې لومړي مورد ته اشاره شوې او په «حَلِیماً غَفُوراً» غوڼدله- جمله پای ته رسېدلی دی؛ خو په مریم سورت کې له ۸۸ نه تر ۹۰ آیتونو پورې لولو: «وَ قالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمنُ وَلَداً لَقَدْ جِئْتُمْ شَیْئاً إِدًّا تَکادُ السَّماواتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَ تَنْشَقُّ الْأَرْضُ وَ تَخِرُّ الْجِبالُ هَدًّا» مشرکانو وویل: الله زوی نیولی دی؛ نو نږدې ده، چې ددې ناوړه خبرې په پار، آسمانونه، ځمکه او غرونه ړنګ شي.
* الله تعالی هم آسمانونه او ځمکه په عظمت ساتي «یُمْسِکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ» او هم په هوا کې کوشنۍ مرغۍ «ما یُمْسِکُهُنَّ إِلاَّ الرَّحْمنُ»[62]
* په روایتونو کې لولو: الله تعالی په خپلو اولیاوو، آسمان او ځمکه ساتي، چې که نه وي؛ نو د هستۍ نظام به ړنګ شي. [63]
پېغامونه:
1-د آسمانونو او ځمکې ځګی او په خپله کړۍ کې یې حرکت، په الهي ارادې دي او هغه دی چې هره شېبه یې ساتي. «إِنَّ اللّهَ یُمْسِکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ»
2-ښکارندې، هم رامنځ ته کېدو او هم پاتېدو ته، الهي ځواک او پېرزوېنې ته اړمنې دي. (إِنَّ اللّهَ یُمْسِکُ السَّماواتِ. . .)
3-پر هستۍ واکمن نظم، د الله تعالی له لوري دی او تصادفي چار نه دی. ( إِنَّ اللّهَ یُمْسِکُ السَّماواتِ. . .)
4- ابدیت یوازې هغه ته ځانګړی دی او هستۍ د ړنګېدو وړ ده. «زالَتا»
5-که الهي حلم او زغم نه وي؛ نو آسماني کرات د سرغړاندو پر سر رالوېږي. «یُمْسِکُ السَّماواتِ – کانَ حَلِیماً غَفُوراً» (چې قیامت شي؛ نو لمر، سپوږمۍ، ستوري او ځمکه به ړنګ شي؛ نو که په دنیا کې یې له ړنګېدو مخنیوی کېږي، د هغه د زغم په پار دي.)
6- هغه الله تعالی چې په خپل ځواک یې هستي ټینګه ساتلې ده؛ نو که کفارو ته کوم مهلت ورکوي، د زغم په پار یې دي، نه یې د بېوسۍ په پار. «کانَ حَلِیماً»
وَ أَقْسَمُوا بِاللّهِ جَهْدَ أَیْمانِهِمْ لَئِنْ جاءَهُمْ نَذِیرٌ لَیَکُونُنَّ أَهْدی مِنْ إِحْدَی الْأُمَمِ فَلَمّا جاءَهُمْ نَذِیرٌ ما زادَهُمْ إِلاّ نُفُوراً«42» او (مشرکانو) پر الله پاخه پاخه قسمونه وکړل، چې که دوی ته کوم ننګوونکى (پېغمبر) ورشي؛ نو هرومرو به تر بل هر امته زيات پر سمه لار وي؛ خو چې دوی ته گواښگرندى ورغى؛ نو (له حقه) يې له تېښتې او کرکې بل څه ورزيات نه کړل.
ټکي:
* په تفسیرونوکې لولو: مشرکانو چې واورېدل، یهودو ته چې کوم پېغمبر ورځي؛ نو هغوی ورسره ځېل کوي؛ نو قسم یې وکړ او و یې ویل: موږ داسې نه یو، که موږ ته کوم پېغمبر راشي؛ نو بې ځېله به یې منو او تر نورو امتونو به مخکې او غوره ښیون/ هدایت شو؛ خو همداچې پېغمبر ورغی؛ نو مازې کرکه یې ترې وکړه.
* الله مه کړه، هغه وګړي چې د امام مهدي راښکاره کېدو ته پر تمه دي او وايي: که هغه راشي؛ نو موږ به داسې او هاغسې وکړو؛ نو هغه مهال چې راښکاره شي، پر خلاف یې ټلواله جوړه کړي.
پېغامونه:
1- مشرکانو، الله تعالی مانه، سپېڅلی یې ګاڼه او سوګند یې پرې یاداوه. «أَقْسَمُوا بِاللّهِ»
2- هر سوگند ډاډ وړ نه وي. ( أَقْسَمُوا بِاللّهِ – فَلَمّا جاءَهُمْ. . .)
3-عمل، چارسازی دی، نه خبرې. ادعاوې ډېرې دي؛ خو عمل لږ دی. «أَقْسَمُوا – إِلاّ نُفُوراً»
4-د خلکو ښیون ته زېری او خبرداري دواړه پکار دي؛ خو کږلارې ټولنې ته خبرداری ډېر چارسازی دی. (د «نَذِیرٌ» کلمه دوه ځل راغلې ده)
اِسْتِکْباراً فِی الْأَرْضِ وَ مَکْرَ السَّیِّئِ وَ لا یَحِیقُ الْمَکْرُ السَّیِّئُ إِلاّ بِأَهْلِهِ فَهَلْ یَنْظُرُونَ إِلاّ سُنَّتَ الْأَوَّلِینَ فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّهِ تَبْدِیلاً وَ لَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّهِ تَحْوِیلاً«43»= (له حقه د دوی دا کرکه یې) په ځمکه کې د لويي غوښتنې، سرغاړۍ او ناوړه دسيسو (او چلونو) لپاره وه؛ خو يوازې چليان د خپلو بدو چلونو په لومو کې نښلي؛ نو آيا دوى بې د مخکېنيو له سنت (او له دردناک عذابونو یې) بل څه ته څارو دي (چې داسې ده؛ نو) د الله په سنت (او را روانه کړنه) کې به هېڅکله بدلون ونه مومې او نه به دا ومومې، چې د الله د سنت (او کړنې) مخه دې پر بل لور واړول شي.
ټکي:
* «تبدیل»؛ یعنې یو څه د بل څیز په بدل کې ايښودل؛ لکه تیمم د غسل بدل؛ خو «تحویل» د یوه څه په وخت، ځای، بڼه او چوکاټ کې تصرف دی، بې له دې چې بل څه یې پرځای کېږدو.
*که طبیب یو رنځور ته شربت ورکړي او رنځور یې د خوړو پرځای تویې کړي او طبیب ته ووایې: و مې څښه؛ نو ګومان کوي، چې طبیب یې تېر ایستی دی، حال داچې رنځور ځان تېرایستی، نه طبیب. «لا یَحِیقُ الْمَکْرُ السَّیِّئُ إِلاّ بِأَهْلِهِ»
پېغامونه:
1-د انبیاوو له لارې د تېښتې او کرکې سرچینه یا کبر دی یا دوکه. (شونې ده کبر د کفارو له لوري وي او دوکه د منافقانو له لوري او شونې ده، کبر د کبرجن لپاره د دوکې زمینه وي.) (اِسْتِکْباراً. . . وَ مَکْرَ السَّیِّئِ)
2-د دوکې پایله په خپله انسان ته ورګرځي ( د کبر او دوکې سزا بل ته نه ورکول کېږي.) «لا یَحِیقُ الْمَکْرُ السَّیِّئُ إِلاّ بِأَهْلِهِ»
بَد مکن که بد افتی – چَه مَکَن که خود افتی
« بد مه کوه، چې په بدو کې به راګېر شې، څاه مه کنه، چې خپله به پکې ولوېږې»
[ رحمان بابا: کوهی مه کنه د بل سړي په لار کې – چرې ستا به د کوهي پر غاړه لار شي]
3- الله تعالی په ټولنه کې ثابت قوانین او دودونه ټاکلي، چې په ټولو اقوامو او ملتونو کې جریان لري؛ لکه د ازمېینې دود، د مؤمنانو د ملاتړ دود، د چلیانو او کبرجنو د سزا دود. هو، د ټولنې نېکمرغي، بدمرغي، عزت او پرېووتل، د الهي دودونو په پلي کولو او یا پرېښوولو پورې اړه لري. ( فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّهِ تَبْدِیلاً. . . تَحْوِیلاً)
4- تاریخ ثابت نظام او قانون لري. (د تاریخ یوه ګوټ ته په کتو یې د بل ګوټ قانون لاس ته راوړای شو.) «فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّهِ تَبْدِیلاً»
أَ وَ لَمْ یَسِیرُوا فِی الْأَرْضِ فَیَنْظُرُوا کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَ کانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً وَ ما کانَ اللّهُ لِیُعْجِزَهُ مِنْ شَیْءٍ فِی السَّماواتِ وَ لا فِی الْأَرْضِ إِنَّهُ کانَ عَلِیماً قَدِیراً«44»= ايا دوى په ځمکه کې ګرځېدلي نه دي، چې وويني تر دوى د مخکې خلکو پاى څنګه وه؟ هماغوی چې تر دوی غښتلي او ځواکمن وو او په اسمانونو او ځمکه کې هېڅ څيز الله بېوسولاى نشي(؛ ځکه) چې هغه پوه وسمن دى.
ټکي:
*د تېر آیت په دوام کې، دا آیت مو په تاریخ کې له الهي دود او قانون سره آشنايي کوي او داچې د کبر پایله او پای څه ده.
پېغامونه:
1- اسلام تجربې لاس ته راوړو لپاره د چکر او ګرځېدو پلوی دی. «أَ وَ لَمْ یَسِیرُوا»
2-چکر او ګرځېدل دې موخه ولري. «یَسِیرُوا فَیَنْظُرُوا»
3-د تېرو تاریخ، پر ټولنو د واکمنو قوانینو پېژندو ته یوه سرچینه ده. (تېر وخت، د راتلونکي مشال دی.) «کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ»
4-د تمدنونو د لرغونوآثارو پر لیدو سپارښتنه شوې ده. ( أَ وَ لَمْ یَسِیرُوا. . .)
5-د کبرجنو دروغجن ځل بل ته پام مه کوئ، پایلو ته یې ګورئ. «عاقِبَهُ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَ کانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً»
6-پر خپل ځواک مه غره کېږئ، چې تر تاسې پیاوړي، تس نس شوي دي. «کانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً»
7- هېڅ هم د الله تعالی پر اراده او ځواک لاسبري نه دي. «وَ ما کانَ اللّهُ لِیُعْجِزَهُ»
8-الله تعالی هم کبرجن پېژني او هم یې د ځپلو وس لري. «عَلِیماً قَدِیراً»
وَ لَوْ یُؤاخِذُ اللّهُ النّاسَ بِما کَسَبُوا ما تَرَکَ عَلی ظَهْرِها مِنْ دَابَّهٍ وَ لکِنْ یُؤَخِّرُهُمْ إِلی أَجَلٍ مُسَمًّی فَإِذا جاءَ أَجَلُهُمْ فَإِنَّ اللّهَ کانَ بِعِبادِهِ بَصِیراً«45»= او که الله خلک د خپلو کړنو (په سزا) نیوای (؛ نو) د ځمکې پر مخ به یې یو خوځنده پرېښی نه وای؛ خو دوی (په خپلې لورنې) تر يوې ټاکلې نېټې ځنډوي (او د ځان سمونې مهلت ورکوي؛) نو چې د دوی (ټاکلې) نېټه راورسي؛ نو(الله يې هر چا ته د کړنو له مخې سزا ورکوي؛ ځکه) چې الله د خپلو بندګانو (د حالاتو) ښه کتوونکى دى (او له نيتونو او کړنو یې خبر دى)
ټکي:
* امام سجاد په خپلو مناجاتو کې وايي: «کان جزائی فی اول ما عصیتک النار» [64] یا الله! سزا مې په هماغه لومړۍ کړې ګناه کې اور و، او څومره چې ژوندی پاتې یم، ما ته ستا پېرزوینه او مهلت دی، چې شونې ده توبه وکړم.
پېغامونه:
1-که حکم وشي، چې مست ونیسئ؛ نو په ښار کې به ټول نیسي. ( وَ لَوْ یُؤاخِذُ اللّهُ النّاسَ. . . ما تَرَکَ. . . مِنْ دَابَّهٍ)
2-هغه ګناه سزا لري، چې په علم او لوی لاس وي. ( یُؤاخِذُ. . . بِما کَسَبُوا)
3-له دنیا نه قیامت ته د خلکو د سزا ځنډولو فلسفه، د بشر د ځوځات پاتېدنه او پر ځمکه د ژوند دوام دی. که خلک په ګناه ورک شي؛ نو کوم بشر به پاتې نشي او ځوځات به یې ورک شي. «ما تَرَکَ عَلی ظَهْرِها مِنْ دَابَّهٍ»
4- الله تعالی زغمناک، صبور، تېرېدونکی او بښونکی دی، مهلت ورکوي او خلکو ته په دنیا کې سملاسي د ګناهونو سزا نه ورکوي. «یُؤَخِّرُهُمْ إِلی أَجَلٍ مُسَمًّی»
5-مرګونه، فرصتونه او مهلتونه په الهي اراده دي او ځانګړی نظم او حساب و کتاب لري. «یُؤَخِّرُهُمْ إِلی أَجَلٍ مُسَمًّی»
6-د انسان د عمر څومره والی، مخکې له مخکې ټاکل شوی دی. «أَجَلٍ مُسَمًّی»
7-ګناهګارو بندګانو ته مهلت ورکول او تر قیامته یې د سزا ځنډول یو الهي قانون او کړلار ده. «یُؤَخِّرُهُمْ إِلی أَجَلٍ مُسَمًّی»
8- ګناهګارو بندګانو ته د الله تعالی مهلت ورکول یو عالمانه چار دی. «بِعِبادِهِ بَصِیراً»
(په لسګونو میلیونو خلکو، په ورپسې کلونو کې د توبې توفیق وموند او خپله سرغړاندي يې اصلاح (سمه) کړه، چې که الله تعالی یې سزا نه وه ځنډولې؛ نو ټول به دوزخیان ول.)
«و الحمد للّه ربّ العالمین»
[2] – انبیاء، 27
[3] – تحریم، 6
[4] – نازعات، 5.
[5] – ذاریات، 4
[6] – ق، 18
[7] – زخرف، 80.
[8] – توبه، 40
[9] – مریم، 7.
[10] -. فصلت، 30.
[11] – هود، 77
[12] – انعام، 61.
[13] – غافر، 70
[14] – شوری، 5
[15] – نجم، 26.
[16] – بقره، 161.
[17] – آل عمران، 126
[18] – آل عمران، 125
[19] – محمد، 27
[20] – زمر، 73
[21] – مدثر، 31
[22] – انعام، 61.
[23] – صافات، 164
[24] -. نحل، 2
[25] – مریم، 17
[26] – فصلت، 38
[27] – مریم، 19
[28] – حج، 75
[29] – بقره، 285
[30] -. نساء، 136
[31] – اعراف، 27
[32] – اعراف، 27.
[33] – ص، 82
[34] – اعراف، 17
[35] – بقره، 268
[36] – نورالثقلین تفسیر
[37] – انفال، 48.
[38] – کافي، ، ۲ټ، ۳۱۳ مخ
[39] – مثنوي مولوي
[40] – مریم، 81.
[41] – نساء، 139
[42] – میزان الحکمه، (عمر).
[43] – صافّات، 109
[44] – صافّات، 120
[45] –په دې موضوع لاپوهېدنې ته د مفسر ((معاد)) کتاب ولولئ، پښتو ته هم ژباړل شوی دی.
[46] – یونس، 28
[47] – نمونه تفسیر، چې له مفردات راغب نه یې راخستی دی.
[48] – عنکبوت، 12.
[49] – کافي، لومړی ټوک، ص 36.
[50] – اطیب البیان تفسیر
[51] – فاطر، 29.
[52] – اعراف، 170.
[53] – عنکبوت، 45
[54] – مفاتیح الجنان
[55] -. نورالثقلین تفسیر
[56] – المیزان تفسیر
[57] – زخرف، 77
[58] – غافر، 49
[59] – نساء، 22
[60] – صف، 3.
[61] – غافر، 35
[62] – ملک، 19.
[63] – نورالثقلین تفسیر
[64] – صحیفه سجادیه، دعا: 16