بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ القصص سورت لیکلې پښتو ژباړه او تفسیر قصص سورت ٨٨ آيتونه لري او تر هجرت مخکې په مکه کې نازل شوى او د “قصص” نامه پرې ځکه ايښوول شوې، چې د ۲۵ آيت په پېل کې يې د ((قصص – کیسو)) کلمه راغلې ده. له ٣-٤٦ آيتونو پورې په تفصيل د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
القصص سورت
لیکلې پښتو ژباړه او تفسیر
قصص سورت ٨٨ آيتونه لري او تر هجرت مخکې په مکه کې نازل شوى او د “قصص” نامه پرې ځکه ايښوول شوې، چې د ۲۵ آيت په پېل کې يې د ((قصص – کیسو)) کلمه راغلې ده. له ٣-٤٦ آيتونو پورې په تفصيل د موسى عليه السلام او فرعون کيسه او هم د پاى آيتونه يې د “قارون” پر کيسه لګیا کېږي او د نېکچارو صابرانو او فاسدو او ګناهګارانو برخليک ته اشاره کوي.
د قرآن شريف په٣٤ نورو سورتونوکې هم د موسى علیه السلام او فرعون کيسې ته اشاره شوې؛ خو يوازې په دې سورت کې د موسى علیه السلام د ژوند ټول اړخونه؛ زوکړه، ماشومتوب، ځوانۍ، واده او نبوت څېړل شوى دی. [1]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
﴿۱﴾ طسم= ط، سين، ميم.
﴿۲﴾ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ= دا د (الهي حقایقو) د څرګندوی كتاب آيتونه دي (چې خير او بركت يې ښكاره او د حق و باطل بېلوونكى دى).
﴿۳﴾ نَتْلُوا عَلَيْكَ مِن نَّبَإِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ= موږ د موسى او فرعون د داستان (يوه برخه) د حق له سرچینې درلولو، چې د مؤمنانو لا ډېر الهي حکمتونو ته ورپام شي.
پېغامونه:
١_ قرآن د اسلام تلپاتې معجزه، له عربي الفباوو جوړ شوى دى، که څوک یې د بشرکلام بولي؛ نو په څېر دې يې راوړي (طسم، تِلْكَ آيَاتُ).
٢_ د لارښوونې او روزنې کتاب دې څرګند او روڼ وي. (الْكِتَابِ الْمُبِينِ)
٣_د پخوانيو خلکو د کیسو ويل راښيي، چې په تاريخ کې الهي قوانين شته او که تاريخ حساب کتاب او قانون نه درلود؛ نو موږ نن خپل ژوند ته ګټنه ترې نشوه کولای. (نَتْلُوا…. مِن نَّبَإِ مُوسَى…. لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ).
٤_ په تاريخ رانقلولو کې مهمو ټکيو او عبرتي پېښو ته پام وکړئ. [((نَّبَإِ)) مهم خبر ته ويل کېږي.]
٥_ له طاغوت او ظالمانو سره مبارزه، د انبياوو عليهم السلام آریزه دنده ده. (مِن نَّبَإِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ).
٦_ قرآني کيسې کږنې انګېرنې – خرافات او چټيات نه دي. (نَّبَإِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ).
٧_ د کيسو له ويلو د قرآن موخه دا وه، چې مؤمنان سمه لار ومومي (لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ).
٨_ د لارښوونې لومړى شرط وړتيا ده (لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ).
﴿۴﴾ إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ= فرعون په هېواد (مصر) كې لويي وکړه او اوسېدونكي يې ډلې ډلې کړل؛ يوه ډله يې بېوسې كړه [داسې چې] هلكان يې وروژل او ښځې (نجونې) يې (وينځيتوب او خدمت ته) ژوندۍ پرېښوولې (ځکه) چې هغه له وران کاريو ځنې و.
ټکي:
د ((شِيَع)) کلمه د ((شيعة)) جمع ده او د لاروۍ پر مانا ده؛ خو داچې معمولا په يوه ډله کې ځينې له ځينو نورو لاروي کوي؛ نو د ډلې پر مانا هم ده.
د ((نساء)) کلمه د ښځو پر مانا ده؛ خو کېداى شي، په دې آيت کې ترې مراد نجونې وي؛ ځکه د هلکانو پر وړاندې راغلې ده.
د فرعون کلمه د وګړي نامه نه؛ بلکې د مصر د پاچايانو نامه وه؛ لکه څنګه چې ((کسری)) د ايران او ((قيصر)) د ((روم)) د پاچايانو نامه وه. [2]
پېغامونه:
١_ د پېغمبرانو د راتګ پرمهال د ټولنې پر حالاتو ځان پوهول يو مهم چار دى (إِنَّ فِرْعَوْنَ….).
٢_ په نظام پېژندنه کې وګړي مهم نه دي؛ بلکې کړنې ارزښت لري (إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ) (د فرعون نامه یې د کبرجنو او ظالمانه کړنو له لامله ده).
٣_ کبر او سرغړونه هر ډول فساد او ګناه ته لار اواروي (عَلَا فِي الْأَرْضِ… يَسْتَضْعِفُ… يُذَبِّحُ).
٤_ مستکبرین پر خلکو د واکمنۍ په موخه، په دوی کې درز اچوي (جَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا) (چې خلک يوه خوله او يو موټى وي؛ نو د کبرجنو دسيسې به شنډې او هېڅ به ونشي کړای.)
٥_ بې اتفاقي، د ذلت او خوارۍ سريزه ده. لومړى خلک ډلې ډلې او يو له بله بېلې او بيا کمزوري شي (شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ).
٦_ د نورو مامورينو ناسمې چارې هم د مشر پر غاړه حسابېږي. په دې آيت کې د فرعون د يارانو ټول جنايتونه په همده پورې ورتړل شوي دي. (جَعَلَ، يَسْتَضْعِفُ، يُذَبِّحُ).
٧_ الله تعالی د درز اچونې مساله تر قتل او وژنې مخکې ياده کړې ده، ښايي له همدې لامله وي، چې بې اتفاقي، وژنې ته لار برابروي او يا ترې مهمتر وي. (شِيَعًا…. يُذَبِّحُ).
٨_ تفرقه اچوونکې مفسدان دي (كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ). هو! هغه ټولنه چې واکمن يې کبرجن، خلک يې بې اتفاقه، صالحان يې ګواښېږي او ګټې يوازې په سوکاله پوړ پورې تړاو ولري؛ نو پوه شئ، چې دا فرعوني او طاغوتي ټولنه ده.
﴿۵﴾ وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ = او غواړو د دې هېواد پر بېوزليو کړاى شويو منت وکړو او دوى (د خلكو) مشران او (د ځمكې) پاتوړي كړو.
ټکي:
* دلته د ((منت)) کلمه د ستر او ارزښتمن نعمت پر مانا ده[3]، نه د هغه منت پر مانا چې د نعمتونو يادولو، د نورو سپکاوۍ او رټنې ته وي، چې دا رټل شوى او بد چار دى.
* بېشکه کوم چار ته چې الهي اراده وي؛ نوهرومرو به کېږي او هېڅ څوک يې نشي بدلولاى، قرآن وايي: ((إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ= بېشكه د هغه كار دغسې دى، كه كله يو څيز وغواړي (نو) يوازې ورته وايي، چې: ((شه!))؛ نو (بس) شي.))[4]
* سره له دې چې ټول نعمتونه د الله تعالی له لوري دي او بندګان په ټولو نعمتونوکې د هغه د منت ګرو دي؛ خو هغه سپېڅلى ذات يوازې په څو ځايونو کې د منت تعبير راوړى، چې هرومرو به يې ډېر زيات اهميت راښيي؛ لکه:
الف _ د اسلام نعمت: ((كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ))[5]
ب_د نبوت نعمت: ((لَقَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُؤمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا))[6]
ج_د لارښوونې نعمت: ((بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ))[7]
د_د مؤمنانو د واکمنۍ نعمت: ((وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ.))
* په ډېرى روايتونو کې د مهدي آخرالزمان حکومت ددې آيت مصداق ګنل شوى دى. [8]
* پر ځمکه د مستضعفانو د واکمنۍ خبره په قرآن کې په بېلابېلو عبارتونو او بيانونو کې راغلې ده:
الف_((وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ[9] = الله له تاسې له هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او ښې چارې يې كړي، ژمنه كړې چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي.))
ب_ ((وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ مِن قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُواْ ثُمَّ جَعَلْنَاكُمْ خَلاَئِفَ فِي الأَرْضِ[10]= او بېشکه موږ له تاسې مخكېني امتونه، چې ظلم يې وكړ، هلاك كړل، بيا مو تاسې تر هغوى روسته پرځمكه د هغوى ځايناستي كړئ.))
ج_ ((أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ[11]= بېشکه زما صالح بندګان به د ځمكې (د حكومت) وارثان شي.))
د_((وَأَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِينَ كَانُواْ يُسْتَضْعَفُونَ مَشَارِقَ الأَرْضِ وَمَغَارِبَهَا [12]=او موږ هغوى چې (د ظلم ا و تېري له لامله) كمزوري او بېوسې شوي وو، د بركتي ځمكې، د ختيځ او لويديځ وارثان كړل.))
ه_((لَنُهْلِكَنَّ الظَّالِمِينَ – وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ الأَرْضَ مِن بَعْدِهِمْ[13]= موږ هرومرو ظالمان هلاكوو او هرومرو تر هغو روسته به تاسې پر ځمكه مېشت كړو.))
* په دې آیت کې له مستضعفانو مراد د «اسْتُضْعِفُوا» مجهول فعل ته په پامنیوي، هغوی دي چې په دې چار کې کومه ونډه نه لري او استکبار دوی استضعاف ته ورټیل وهلي وي.
پېغامونه:
١_د مستضعفينو نړيوال حکومت او له مظلومانو ملاتړي د الله تعالی غوښتنه او اراده ده. (نُرِيدُ).
٢_ په خپلسري طاغوتي حکومت کې کارپوهان پخپله کمزورېږي (اسْتُضْعِفُوا).
٣_ الله تعالی د نړۍ د راتلونکې خبر ورکوي (نَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً).
۴- امامت (مشري)، د بعثت په څېر ځانګړی نعمت دی چې الله پر خلکو ورپېرزو کړی دی. د بعثت په اړه وايي: «لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا»[14] دلته وايي: « نَّمُنَّ….. نَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً»
﴿۶﴾ وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِي فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ= او پر ځمكه [=مصر او شام] واكمني وركړو او (بلخوا) له دوی (= بني اسراییلو) فرعون او هامان او لښكر ته هماغه څه وروښيو، چې ترې وېرېدل.
پېغامونه:
١_ مستضعفين دې نه نهيلېږي؛ ځکه الله تعالی دوی ته هم واک ورکوي (وَنُمَكِّنَ لَهُمْ).
٢_ که څه د طاغوت آریزه سزا په بلې نړۍ کې ده؛ خوپه دې دنيا کې به هم د الله تعالی له پرغز- قهره خوندي نه وي (نُرِي… مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ).
٣- الله تعالی کافران د مؤمنانو په لاس ذليل او خواروي. (نُرِي… مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ).
۴- دښمن چې څومره ستر هم وي، له مؤمنانو ډارېږي. « مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ»
﴿۷﴾ وَأَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّ مُوسَى أَنْ أَرْضِعِيهِ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ= او د موسى مور ته مو وحې (= الهام) وكړه: ((تى وركوه؛ خو چې پرې ووېرېدې؛ نو (په یوې پېټۍ کې) یې (د نيل) په سيند كې وغورځوه او مه وېرېږه او مه خپه كېږه [؛ ځکه] موږ يې درستنوو او له استازيو يې ګرځوو))
﴿۸﴾ فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ=(چې كله مور د الله په حكم سيند ته وروچاوه)؛ نو د فرعون كورنۍ (له اوبو) راوايست، چې په پای کې د دوی دښمن او د اندېښنو سبب شي، هو! فرعون، هامان او لښكر يې خطا كاران (تېروتي) ول.
ټکي:
* فرعون ته ويل شوي ول، سږکال به يو ماشوم وزېږي، که لوى شو؛ نو پاچاهي به دې نسکوره کړي؛ نو حکم يې وکړ: څومره ماشومان چې وزېږي؛ و يې وژنئ؛ خو همداچې موسى عليه السلام وزېږيد؛ نو الله تعالی يې مور ته الهام وکړ، چې تر شيدو ورکولو روسته يې په يوه صندوق کې کېږده او په سيند کې يې واچوه.
*په دې آيت کې د موسى عليه السلام مور ته دوه امره، دوه نهې او دوه زيرې ورکړل شوي: ((أَرْضِعِيهِ – فَأَلْقِيهِ)) دوه امره، ((تَخَافِي- تَحْزَنِي)) دوه نهې او ((رَادُّوهُ -جَاعِلُوهُ)) دوه زېري دي.
* د ((خوف)) کلمه احتمالي خطر ته کارېږي او د ((حزن)) کلمه غوڅې اندېښنې ته کارېږي[15].
*په دې آيت کې له سينده مراد، په مصر هېواد کې نيل سيند دى، چې د فرعون ماڼۍ یې په کڅ کې جوړه شوې وه.
* چې الله تعالی وغواړي؛ د انسان دښمن هم د امن ځای ګرځي. « فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ»
پېغامونه:
١_ الله تعالی په خپګانونو او ستونزو کې غوره لارښود او ملاتړ دى. د موسى علیه السلام مور له دې وېرېده، چې زوى به يې د فرعون سرتېري ووژني؛ خو الله تعالی ورته الهام وکړ، چې تى ورکړه (رْضِعِيهِ).
٢_ ښځې ته هم الهي الهام راتلاى شي (وَأَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّ مُوسَى).
٣_ د غيبي مرستو نزول، له توکیزو شونتیاوو له ګټنې سره هېڅ ټکر نه لري. شيدى ورکول. په صندوق کې ايښوول، پر الله تعالی له توکل سره هېڅ ټکر نه لري (أَرْضِعِيهِ).
٤_ شرايط چې څومره هم سخت شي؛ نو له ماشومه د مور شيدې سپمول نه دي پکار (أَرْضِعِيهِ).
٥_ په الهي فرمانونو کې رازونه پټ وي، چې کېداى شي په لومړۍ کتنه کې معقول و نه برېښي (فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ).
٦_ د الله تعالی د حکم په پلي کولو کې نه له چا وېرېږئ او نه پر چا چرت خراب کړئ (وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي) (د حضرت موسى مور دوه خپګانه درلودل: يو د زوى د وژل کېدو او بل يې د بېلتون خپګان، چې په ورپسې آيتونو کې به وګورئ، چې الله تعالی څرنګه دواړه خپګانونه لرې کړل.)
٧_ څه مو چې د الله تعالی په لار کې ورکړل؛ نو په ښه توګه به در وګرځي (فَأَلْقِيهِ، رَادُّوهُ، جَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ) (د حضرت موسى مور د الله تعالی د حکم له مخې خپل زوى په سيند کې خوشې کړ؛ خو الله تعالی بېرته ور وګرځاوه او د نبوت مقام ته يې ورساوه).
٨_ د الله تعالی چې چاته خوښه شي؛ نو له غيبي خبرو يې خبروي (وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ).
٩_ فرعون، حضرت موسى له سينده راو ايست؛ خو په پايله کې د موسى علیه السلام له لاسه په هماغه سيند کې لاهو شو (فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا) (هو! الله ته ډېره اسانه ده، چې يو کوشنی ماشوم په سيند کې وساتي او روغ رمټ سړى پکې لاهو کړي).
١٠_ چې الله تعالی وغواړي او درسره مل وي؛ نو دښمنان به درته لار هواروي. [16] (فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ)
١١_ د الهى ارادې پرخلاف د انسان غوښتنه بې اغېزې ده (لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا) فرعون وانګېرله، چې ډالۍ په ګوتو ورغلې؛ خو الله تعالی غوښتي ول، چې دښمن يې په خپله لمنه کې وروزي.
١٢_ فرعون، وزير او سرتېرو يې نقشه جوړه کړه او پلې يې هم کړه؛ خو د الله تعالی تدبير یې ټول تدبيرونه او نقشې خاورې ايرې کړل (كَانُوا خَاطِئِينَ)، طراح، سلاکار، آمر او عملي کوونکی ټول په جرم و ګناه کې شریک دي. (كَانُوا خَاطِئِينَ)
﴿۹﴾ وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ= او د فرعون مېرمنې (چې پوه شوه، هلك وژني) وويل: (((دا ماشوم به) زما او ستا د سترګو يخوالى وي! مه يې وژنئ، ښايي راګټور شي يا به يې پر زويولۍ ونيسو.)) او (په حسي درک) نه ځیرېدل (چې خپل آریز غلیم پخپل غېږ كې پالي)!
ټکي:
څو ښځو د حضرت موسى په ژوند کې بنسټيزه ونډه درلوده: د حضرت موسى مور؛ د حضرت موسی خور، د فرعونې مېرمنې او د حضرت موسی مېرمنې. دې آيت هم د موسى علیه السلام د وژنې په مخنيوې کې د فرعون د مېرمن ونډې ته اشاره کړې ده.
پېغامونه:
١_ښځې د خپلواکې ارادې او په ټولنیزو چارو کې د اغېزمنې ونډې درلودونکې دي (وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ) (د فرعون مېرمنې د فرعون رايه بدله کړه او د فرعون شان، شوکت، سلطنت، دبدبه او شتمنۍ د فرعون د مېرمنې د ارادې مخه ونشوه نيواى).
٢_ د ښه طرحو او مشورو په ورکولو کې ځنډ مه کوئ، چې ورانې طرحې رامخکې نشي، تردې مخکې چې فرعون خپل هوډ څرګند کړي، مېرمن يې سمه لار وروښووله. (وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ).
٣_ د وړانديز ورکولو پر مهال له عاطفي او په زړه پوريو ټکيو کار واخلئ (قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ).
٤_ د ټولو زړونه د الله تعالی په لاس کې دي؛ هغه کړاى شي د فرعون په څېر سخت زړونه هم نرم کړي (قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ).
٥_ له بديو سره، چې مخ شوئ؛ نو لومړى عاطفي چلن وکړئ او بيا پر نېکيو امر او له بديو منع وکړئ (قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ)
٦_ په ژبه پر نېکيو له امر او له بديو له منع لاس مه اخلئ، چې ډېر اغېز لري (لَا تَقْتُلُوهُ)، (د فرعون مېرمن د (لَا تَقْتُلُوهُ) په ويلو د حضرت موسى له وژل کېدو مخنيوى وکړ لکه چې د حضرت یوسف یو رور د « لَا تَقْتُلُوا يُوسُفَ» په ویلو، د یوسف علیه السلام د وژنې مخه ونیوه).
٧_ ښځه له بديو د منع دنده، ډېره ښه ترسره کولاى شي (لَا تَقْتُلُوهُ).
٨_ طاغوتان له لومړنيو انساني عاطفو هم بې برخې دي، چې نصیحت ورته پکار دی (لَا تَقْتُلُوهُ).
٩_ پر نېکيو امر او له بديو د منع ګټې خلکو ته ووياست، چې خلک يې درسره په اسانۍ ومني (لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا).
١٠_ په طاغوتې نظامونوکې د قانون د وضع کولو او لغو کولو کچه د طاغوتانو خپلې ګټې دي (د نوزېږو هلکانو د ټولوژنې قانون هم د فرعون د وګړیزو ګټو له لامله رامنځ ته شو او بیا د اوبو راوړي ماشوم (موسى) په اړه، چې په راتلونکې کې ورته هيلمن و، همدا قانون يې هم لغو کړ(لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا).
١١_ځينې انسانان په ظاهر کې ډېر جيګ ريبي؛ خو په باطن کې د خپلو دنننيو غوښتنو بنديان وي. فرعون چې ادعا کوله: (انا ربکم لاعلى) په پای کې دا خبره مني، چې يو اوبو راوړى ماشوم په راتلونکي کې ورته ګټورېدای شي (عَسَى أَن يَنفَعَنَا).
١٢_ الله تعالی، فرعون ته زوى نه و ورکړى، چې د اوبو راوړي زوى په منلو ورته خپله بېوسي نوره هم ورڅرګنده شي (نَتَّخِذَهُ وَلَدًا).
١٣_ کله د دوو انسانانو ترمنځ مينه، د يوې غيبي لیکې پر بنسټ وي، چې دواړه انسانان ترې خبر هم نه وي. (وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ).
﴿۱۰﴾ وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَى فَارِغًا إِن كَادَتْ لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَن رَّبَطْنَا عَلَى قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ= او د موسى د مور زړه (له هر څه، بې د زوى له ياده) تش ګوګل شو او كه زړه يې مو په (ايمان او هيله) ټينګ كړى نه واى، چې له باور درلودوونکیو وي (نو) نژدې وه خواله یې رابرسېره كړي.
﴿۱۱﴾ وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ فَبَصُرَتْ بِهِ عَن جُنُبٍ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ=(د موسى مور) د ده خور ته وويل: ((ورپسې شه او و يې لټوه))؛ نو خور يې پېښه له لرې داسې څارله، چې دوی (په حسي درک) نه ورځیرېدل.
ټکي:
* ((الميزان)) تفسير د (وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَى فَارِغًا) آيت د وړاندې روسته آیتونو سیاق او پاملرنې ته په پامنیوي داسې مانا کړى دى: په وحې د موسى د مور زړه ټکور شو او نوره وېره يې نه درلوده او که الهي ژمنه نه وه؛ نو د موسى مور به له ډېرې پرېشانۍ، هغه خواله رابربنډه کړې واى.
* چې کله د حضرت موسى مور د خپل زوى صندوق په اوبو کې ورواچو؛ نو ورپسې یې د موسى عليه السلام خور ته دنده ورکړه، چې دا پېښه وڅاري، هغې هم د فرعون له سرتېرو، هر څه پټ څارل. حضرت موسى له سينده راو ايستل شو او د فرعون د مېرمنې غېږ ته ورغى او تر هغه يې وڅاره چې پوه شوه، د فرعون درباريان دې ماشوم ته د يوې دایې په لټه کې دي، چې شيدې ورکړي؛ خو حضرت موسى د هېڅ چا تى نه اخلي، بالاخره د موسى علیه السلام خور وړانديز وکړ، چې زما مور به دا دنده ترسره کړي، دربار هم ورسره ومنله او له دې وړانديز سره سم يې د څارنې دنده پاى ته ورسوله.
پېغامونه:
١_ خواله رابرسېرول، د ايمان د سستوالي او کمزورۍ نښه ده (لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَن رَّبَطْنَا عَلَى قَلْبِهَا).
٢_ د زړه ټکور د الله تعالی په لاس کې دی (رَّبَطْنَا عَلَى قَلْبِهَا).
٣_ د زړه ډاډ د ايمان يوه نښه ده (رَّبَطْنَا… لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ).
٤_ څه چې الله تعالی ته ارزښت لري، ايمان دى، ښځه او نارینه سره توپیر نه لري (لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ). په داسې حال چې باید ویلي یې وای: (من ال مؤمنات)
٥_ ښځې او نجونې دې هم په ټولنيزو چارو کې له لازمو تدابيرو برخمنې وي (وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ).
٦_ حساسيت راپاروونکې چارې؛ نورو ته وسپارئ (لِأُخْتِهِ)د حضرت موسى په پېښه کې پر مور یې حساسيت ډېر و او شونې وه خواله رابربنډه شي.
٧_ پر الله تعالی توکل پردې مانا نه دى، چې انسان مسايلو ته بې توپېره شي، سره له دې چې د حضرت موسى مور مؤمنه وه؛ خو بيا يې هم خپله لور په موسى علیه السلام پسې ولېږله (مِنَ الْمُؤْمِنِينَ، وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ).
٨_ په طاغوتي نظامونوکې د خپل ځان خيال ساتل پکار دي (قُصِّيهِ).
٩_ د خوالو ساتلو ته، د خپل چلن عادي کول، يو هرومرو چار دى (عَن جُنُبٍ) (د حضرت موسى خور له ورايه صندق څاره، چې دا څارنه عادي وي او د حساسيت سبب نشي او دښمن پرې خبر نشي.)
١٠_ مؤمن، خپله دنده د دښمن له سترګو پټه ترسره کوي (وهم لايشعرون).
١١_ که غواړئ دښمن مو له کړنو خبر نشي؛ نو په مقابل کې يې د خپلو حرکتونو خيال ساتئ (وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ).
﴿۱۲﴾ وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِن قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ = او لا مخکې مو د پۍ وركوونكيو د تیونو له رودلو منع كړى و (چې يوازې د مور غېږې ته ورستون شي)؛ نو خور يې (چې د دايي پيدا كولو لپاره د مامورانو بيړه وليده) وويل: ((ايا داسې یوه كورنۍ دروښيم، چې درته یې وپالي او خواخوږې يې وي.))
ټکي:
((مراضع)) د ((مرضع)) جمع ده؛ يعنې شيدې ورکوونکې ښځه= دايه.
پېغامونه:
١_ که الله تعالی و نه غواړي؛ نو د فرعون د حکومت په څېر تشکيلات به هم د يوه ماشوم د خوړو له پوره کولو بېوسې وي (حَرَّمْنَا).
٢_ تر ټولو لومړني کارونه؛ لکه د ماشوم د تي رول هم د الله تعالی په اراده کې دي؛ نو که الله تعالی و نه غواړي؛ دا کار به هم ونشي (حَرَّمْنَا).
٣_ رضاع او ماشوم شيدو لپاره دايي ته ورکول له پخوا راهيسي دود و (الْمَرَاضِعَ).
٤_ چې د يوه کبرجن انسان سر پر ډبره ولګېد؛ نو د نورو ان د يوه ناپېژندای انسان وړانديز او لارښوونه هم په اسانه مني. (فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ)
٥_ څه چې د راپارېدو او حساسيت لامل ګرځي؛ نو په اړه يې وړانديزونه په عادي ډول ووايئ (هَلْ أَدُلُّكُمْ).
٦_ د دښمن په مقابل کې هوښيارتيا پکار ده (د حضرت موسى خور د موسى علیه السلام د مور نامه وانخسته او و يې نه ويل: ((على امه))؛ بلکې هغه يې يوه ناپېژاندې معرفي کړه (أَهْلِ بَيْتٍ).
٧_ د يوه ماشوم اړتياوې يوازې خواړه نه وي؛ بلکې کورنۍ او مينې ته هم اړين وي (يَكْفُلُونَهُ).
٨_ خپل وړانديزونه داسې ووايئ، چې اورېدونکى يې پخپله ګټه وبولي (يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ).
۹- هغه کفالت او پالندوینه ارزښتنمه ده، چې له خواخوږۍ او مینې سره وي(يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ)
﴿۱۳﴾ فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ= نو خپلې مور ته مو ورستون کړ، چې سترګې يې پرې يخې شي او غمجنه نه وي او پوه شي، چې د الله ژمنه رښتيني ده؛ خو ډېر يې نه پوهېږي.
ټکي:
١_ کله نامه انسان ته مزاحمه او خنډ وي؛ مثلا په دې کيسه کې د حضرت موسى مور ومنل، چې د دايه په نامه به خپل زوى ته شيدې ورکړي؛ ځکه که دا کار يې د مور په نامه کړى واى؛ نو د ماشوم د وژنې او د مور د کړخت لامل به و.
پېغامونه:
١-الهي ژمنې هرومرو ترسره کېږي، په اووم آيت کې الله تعالی ژمنه وکړه، چې ماشوم به بېرته ورګرځوي او په دې آيت کې لولو، چې ور ويې ګرځاوه. (إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ = فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ).
٢-نوزېږى د مور د سترګو رڼا وي. (كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا)
٣- د حق لارويانو ته موخې مهمې دي؛ نه نامه (فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ) په پايله کې ماشوم د مور غېږې ته ورستون شو، که څه د مور په نامه نه؛ بلکې د دايې په نامه؛ خو نامه مهمه نه ده؛ بلکې د ماشوم ورستنېدل مهم دي.
٤_ مور د تنګا تنګو او ژورو اړيکو له لارې، چې له اولاد سره يې لري؛ د هغه په ژوند کې ډېره مهمه ونډه لري (إِلَى أُمِّهِ) (دلته د حضرت موسى پلار نه دى ياد شوى).
٥_ کله د مور او خور له لارې د راز ساتل کړاى شي، د انسان ژوند خوندي کړي (إِلَى أُمِّهِ) (د حضرت موسى مور او خور کلونه د مورولۍ پر خواله پرده واچوله).
٦_ آخر به سختۍ پاى ته ورسي او بېلتون به نښلون شي (فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا) تر خپګانونو او غمونه روسته، آخر هم الله تعالی حضرت موسى خپلې مور ته ورستون کړ. (إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا).
٧_ که الله تعالی وغواړى؛ نو يو انسان د دوو متضادو ډلو د هيلو لاملېداى شي (د حضرت موسى او فرعون کورنۍ) (قُرَّتُ عَيْنٍ لِي وَلَكَ – تَقَرَّ عَيْنُهَا).
٨_ پراختيا او خوشحالي، خپګان او غمونه د انسان پر ليد اغيز لري (تَقَرَّ عَيْنُهَا)؛ لکه څرنګه چې د حضرت يوسف بېلتون، حضرت يعقوب ړوند کړ(وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ)[17]
٩_پر الله تعالی ايمان پړاوونه او درجې لري، د حضرت موسى مور يوه مؤمنه ښځه وه((رَّبَطْنَا عَلَى قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ))؛ خو مؤمن هم بايد د يقين او علم پړاو ته ورسي (وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ).
١٠_د ځينو پېښو فلسفه او دليل د الهي ژمنو پر حقانيت پوهېدل دي (وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ).
١١-ډېر خلک ظاهر ته ګوري او د الله تعالی پر مدبرانه او حکيمانه نقشو نه پوهېږي (أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ).
﴿۱۴﴾ وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَى آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ= او چې (موسى) د ځوانۍ منګ ته ورسېد او تکړه شو (نو) موږ حكمت [/نبوت] او پوهه وركړه او نېكانو ته دغسې بدله وركوو.
ټکي:
((اشد)) له ((شدت)) اخستل شوى، چې د ځواکمنېدو مانا ورکوي او ((استوى)) له ((استواء)) څخه اخستل شوى، چې د خلقت کمال او اعتدال مانا ورکوي.
د ((حُکماً وعلماً)) عبارت په قرآن کې درې ځل راغلى، چې هر ځل پکې حکم له علم مخکې دى، چې حکم د سمې پوهې او د سم ورمندون-قضاوت ځواک ته وايي او ((علم)) د پوهې او معلوماتو درلودو ته وايي.
پېغامونه:
١_ د پازوالې پر غاړه اخستو لومړى شرط، جسماني بلوغ او روحي او اندیزه وسمني ده (وَلَمَّا بَلَغَ).
٢_ بلوغ يوازې بدني ودې او جنسي ځواک ته نه وايي؛ بلکې د فکر او عقل په کمال پورې هم تړلى دی (بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَى).
٣_ د الله تعالی ژمنه به هرومره پوره کېږي (جَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ – وَلَمَّا بَلَغَ…. آتَيْنَاهُ).
٤_ د الهي پېرزوېنو نازلېدل هم مناسبې لارې چارې غواړي (وَلَمَّا بَلَغَ….. آتَيْنَاهُ).
٥_ حکمت پر علم ورمخکې دى (حُكْمًا وَعِلْمًا).
٦_ پر نېکانو پېرزو او ورسره ښېګڼه، یو الهي دود دى (وَكَذَلِكَ).
٧_ د نېکانو اجر يوازې په آخرت کې نه وي (وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ) (الله تعالی حضرت موسى ته په دنیا کې حکمت او پوهه ورکړه)
﴿۱۵﴾ وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَى حِينِ غَفْلَةٍ مِّنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَذَا مِن شِيعَتِهِ وَهَذَا مِنْ عَدُوِّهِ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِن شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَى فَقَضَى عَلَيْهِ قَالَ هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُّضِلٌّ مُّبِينٌ= او ښار ته پر داسې مهال ورننووت، چې اوسېدونكي يې (بوخت او) ناخبره وو؛ ناڅاپه يې دوه تنه سړي وليدل، چې پخپلو كې پر جګړه بوخت دي؛ يو يې خپل لاروى و (او له بني اسراييلو و) او بل له دښمنانو ځنې و. لاروي يې د مقابل لوري پرخلاف له موسى مرسته وغوښته؛ نو موسى يو سوك وواهه؛ نو کار يې ورپوره کړ(= ويې واژه) موسى وويل: ((دا (جګړه مو) د شيطان كار دى؛ (ځكه) چې هغه ښكاره بېلارې كوونكى دښمن دى.))
ټکي:
* ښکاري خو داچې حضرت موسى تر نبوت مخکې له ښاره بهر ژوند کاوه او يا د انقلابي فعاليتونو له لامله هلته اوسېده او يا دا چې د فرعون ماڼۍ چې موسی علیه السلام پکې وسېده، له ښاره بهر وه.
* پوښتنه: که الهي پېغمبران معصوم دي؛ نو حضرت موسى يو تن په سوک وواهه او و يې واژه؛ نو دا پېښه څنګه منئ او تفسيروئ؟
ځواب: د((هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ)) په غونډله – جمله کې د ((هذا)) کلمه د هغو دوو سړو نښتې ته اشاره ده؛ نه حضرت موسى ته؛ يعنې دا نښته د شيطان چار دى.
* حضرت موسى هم د هغه سړي د وژلو هوډ نه درلود او يوازې د يو مؤمن دفاع ته يې دا کار کړى و؛ نوځکه الله تعالی هم پردې وژنه نيوکه و نه کړه او په بل ځاى کې وايي: (وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّيْنَاكَ مِنَ الْغَمِّ [18]= يو فرعوني دې وواژه او خپه شوې او موږ له دې غمه خلاص کړې)
پېغامونه:
١_ د ټولنې خيرغواړي، خواخوږي او مصلحان دې کله د يو ناپېژندګلو په بڼه په نا رسمي توګه، بې له کوم نوم او نښې په خلکو کې کار وکړي (وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَى حِينِ غَفْلَةٍ مِّنْ أَهْلِهَا).
٢_حضرت موسى تر نبوت مخکې هم ياران او لارويان درلودل (مِن شِيعَتِهِ).
٣_که څه حضرت موسى د فرعون په ماڼۍ کې لوى شوى و؛ خو بېوزليو د هغه د اندنې او تګلارې له لامله خپل مشر او ملاتړى باله (فَاسْتَغَاثَهُ).
٤_ د بېوزليو ملاتړي، د الهي اولياوو کړنلار ده. (فَوَكَزَهُ مُوسَى).
٥_ انبياء، ځواکمن، غيرتي، مېړني، د مظلومانو ملاتړي او د ظالمانو دښمنان ول (فَوَكَزَهُ مُوسَى).
٦_ په لازم وخت کې الهي انسانان له دښمن سره لاس وګرېوانېږي او د خپلو مټو له زوره هم کار اخلي (فَوَكَزَهُ مُوسَى).
﴿۱۶﴾ قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ= (بيا يې) وويل: ((پالونكيه! پر ځان مې تېرى وكړ، و مې بښه؛ نو الله وبښه (ځکه) چې يوازې هغه لورین بښونكى دى.
ټکي:
پوښتنه: د ((ظَلَمْتُ نَفْسِي =پر ځان مې ظلم وکړ)) غونډله – جمله د داسې انسان له خولې اورېدل کېږي، چې د پېغمبرۍ مقام ته رسېدلى دى؛ نو دا خبره څه مانا لري؟
ځواب: دلته له ظلمه مراد د غيرعمدي وژنې پر ټولنيزو اغېزو اخته کېدل دي، نه ګناه، چې د عصمت له مقام سره ټکر لري؛ ځکه الله تعالی حضرت موسى نږه (مخلص) بولي (إِنَّهُ كَانَ مُخْلَصًا [19]) او څوک چې دې پړاو ته رسېدلى وي؛ نو ګناه نه کوي؛ ځکه شيطان پخپله منښته کړې، چې په مخلصينو کې د ورننووتو وس نه لري (فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ[20]).
پېغامونه:
١_ په دعاوو کې، الله تعالی ته د ((رب)) په ټکي غږ کوئ (قَالَ رَبِّ).
٢_ که څه يوه ګناه په لوی لاس نه وې شوې؛ خو نه ښايي انسان يې له طبيعي اغېزو غافل شي (ظَلَمْتُ نَفْسِي) (حضرت موسى د مؤمن بچ کولو لپاره ميدان ته راودانګل؛ خو په ناقصدۍ ترې مړى وشو؛ خو په رښتینه کې ګناهګار وګنل شو؛ خو دې عمل يې چار ستونزمن کړ).
٣_ صالحان ان له هغوکږلاريو، چې په لوی لاس يې هم نه وي کړي، له الله تعالی بښنه غواړي (فَاغْفِرْ لِي) (حضرت موسى په خپل استغفار له الله تعالی څو څيزونه وغوښتل: هم يې د خپل کار د ټولنيزې اغېزې لرې کول، هم يې د خپلې راتلونکې په باب د پرېشانۍ لرې کول او هم یې د فرعونيانو د غچ اخستو دسيسې شنډول).
٤_ دانبياء دعا قبليږي (فَغَفَرَ لَهُ).
﴿۱۷﴾ قَالَ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِّلْمُجْرِمِينَ= موسى ژمنه وكړه: ((پالونكيه! ددې لورنې په شكرانه كې به (تر دې روسته) هېڅكله د مجرمانو ملاتړی نشم.))
ټکي:
کېداى شي د ((أَنْعَمْتَ عَلَيَّ)) په غونډله – جمله کې له نعمته مراد الهي بښنه وي.
پېغامونه:
١_ جسمي ځواک يو الهي نعمت دى (بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ) (حضرت موسى دومره غښتلى و، چې يو کافر يې په يوه سوک له پښو وغورځاوه).
٢_ پر نورو ظلم نه کول، د الهي نعمتونو د شکر غوره بڼه ده. (بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِّلْمُجْرِمِينَ).
٣_له ګناهګارانو سره مرسته ګناه ده (فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِّلْمُجْرِمِينَ) (د روایتونو په وېنا د نورو پر ګناه راضي کېدل هم ګناه ده).
﴿۱۸﴾ فَأَصْبَحَ فِي الْمَدِينَةِ خَائِفًا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا الَّذِي اسْتَنصَرَهُ بِالْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُ قَالَ لَهُ مُوسَى إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُّبِينٌ= نو (بله ورځ) سهار (موسى ددې وژنې له لامله) په ښار کې وېرېدوونکی او په څار څار کې و (او هره شېبه يوې پېښې ته څارو او غوږ په اواز گرځېده)؛ ناڅاپه هغه چا بیا ورنارې کړې، چې پرون يې مرسته ترې غوښتې وه؛ موسى ورته وويل: ((په رښتيا ته ښكاره بېلارې (او جګړه مار) يې!))
پېغامونه:
١_ هره وېره رټل شوې نه ده، خپلو موخو ته د نه رسېدو او يا دښمن خپلو هيلو ته رسېدل وېره يوه ستايل شوې وېره ده. (خَائِفًا يَتَرَقَّبُ).
٢_ د خپلو چارو د غبرګون او هوډونو په اړه پام ولرئ (يَتَرَقَّبُ).
٣_ سره له دې چې حضرت موسى د فرعون په ماڼۍ کې ژوند کاوه؛ خو له خلکو سره يې اړيکې درلودې او په خلکو کې په خيرغواړي او خواخوږي مشهور و (يَسْتَصْرِخُهُ).
٤_ هر کار په خپل ځاى او وخت کې وکړئ (إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُّبِينٌ).
٥_ خپل بې پامه ملګري مو نېمګرتياوو ته ورمتوجه کړئ، غوږونه پرې ورتاوکړئ او ددې لامله چې خپل مو دى او يا په يوې ډلې کې درسره دى، ګناه یې نالیدې مه ګڼئ. (إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُّبِينٌ).
﴿۱۹﴾ فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَن يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا قَالَ يَا مُوسَى أَتُرِيدُ أَن تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ إِن تُرِيدُ إِلَّا أَن تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَن تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ= نو چې ويې غوښتل، د دواړو پر (ګډ) دښمن بريد وكړي؛ نو هغه په چغو وويل: ((موسى! ته غواړې و مې وژنې؛ لكه چې پرون دې هم يو سړى وژلى و؟! ته يوازې همدا غواړې، چې په دې هېواد كې سرزورى شې او نه غواړې له سمونپالو شې!))
ټکي:
((بطش)) سختې غوڅې ته وايي.
پېغامونه:
١_د خپلو ملګرو پر ناوړه چارو نيوکې نه ښايي ددې لامل شي، چې تاسې يې له ملاتړه لاس واخلئ (سره له دې چې حضرت موسى په تېر آيت کې د ((إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُّبِينٌ)) په غونډلې – جملې پر خپلو يارانو نيوکه وکړه؛ خو بيا يې هم هوډ نيولى و، چې ملاتړ ترې وکړي) (أَرَادَ أَن يَبْطِشَ).
٢_په هرځاى کې نصيحت او خبره ګټه نه لري، کله له زوره هم کار اخستل پکار دي (أَرَادَ أَن يَبْطِشَ).
٣_ په استکباري نظام کې چې فرعون د خلکو معصوم او بې ګناه ماشومان وژني، ورته خدای ويل کېږي؛ خو حضرت موسى، چې د وژنې نيت یې هم نه درلود او يو کافر ترې په خطا کې ووژل شو، جبار ورته ويل کېږي (تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ)
﴿۲۰﴾ وَجَاء رَجُلٌ مِّنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ يَسْعَى قَالَ يَا مُوسَى إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَاخْرُجْ إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ= (دغه وخت) د ښار له لرې ګوښې [= د فرعونيانو له مركزه] يو سړى په منډه راغى او موسى ته يې وويل: ((د قوم مشران ستا په باب مشورې كوي، چې و دې وژني؛ نو له واره (له ښاره) ووځه؛ [ځکه] چې زه دې له خواخوږيو ځنې يم.))
﴿۲۱﴾ فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ= نو موسى په ډار او څار څار له ښاره وووت (او) دعا يې وكړه: ((پالونكيه! له ظالمانو مې وژغوره.))
ټکي:
په دې آيت کې د ((رَجُلٌ)) له کلمې مراد ((هماغه د آل فرعون مؤمن)) دى، چې د مؤمن/غافر سورت يې په نامه دى؛ هغه خپل ايمان پټ ساتلى و او په پټه يې له حضرت موسى سره مرسته کوله.
پېغامونه:
١_ حضرت موسى د فرعون په دربار کې پلويان او جاسوسان درلودل (وَجَاء رَجُلٌ).
٢_ له ظالم سره مرسته په هره بڼه چې وي، حرامه ده؛ خو له مؤمنانو سره د مرستې په پار، په ظالم حکومت کې کار کول حرام نه دي (وَجَاء رَجُلٌ)
٣_ طاغوتيان خپلې هوساينې او امنيت ته، په خلکو او د ښار په مرکز کې نه اوسېږي (أَقْصَى الْمَدِينَةِ).
٤_ د مشرانو او نومیالیو ځان ساتلو ته زيات کوښښونه وکړئ (يَسْعَى).
٥_ کله په هماغه خپله موقع کې خبرول، زړه سوى او په کار کې بيړه کول د يوه ملت برخليک بدلولاى شي (يَسْعَى) [نوکه هغه سړي موسى علیه السلام خبر کړى نه وای او له ښاره وتلى نه واى؛ نو د فرعون مامورينو به وژلى واى].
٦_د حضرت موسى په څېر يو مؤمن انقلابي، په خپلو فعاليتونو، د کفر ټلواله او پلويان يې هک اريانوي (إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ).
٧_ له طاغوتيانو راچاپېر خلک هم له طاغوت سره په جرم کې شريک دي (يَأْتَمِرُونَ بِكَ).
٨_ د خاینانه دسيسو رابربڼدول فرض دي (يَأْتَمِرُونَ بِكَ).
٩_د ټولنې خيرغواړي او مصلحان دې تل هجرت او کډوالۍ ته چمتو وي (فَاخْرُجْ).
١٠_ زړه سواندو اخطارونو ته ارزښت ورکړو او د نورو نصیحت ومنو (فَخَرَجَ – فَخَرَجَ).
١١_ ځان دښمن ته په ګوتو کې ورکولو ته مړانه نه ويل کېږي (فَخَرَجَ).
١٢_ د انبياوو ژوند له کړاوونو او خپګانونو ډک و (فَخَرَجَ).
١٣_خپلې هلې ځلې وکړئ؛ خو پايله يې له الله تعالی غواړئ (فَخَرَجَ – قَالَ رَبِّ نَجِّنِي).
١٤_د دعا په څنګ کې سم حرکت او کوښښ هم پکار دى (فَخَرَجَ – قَالَ رَبِّ نَجِّنِي).
١٥_ الهي مشران په ټولو حالاتو کې له الله تعالی مرسته غواړي (رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ) (رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي[21]) (بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِّلْمُجْرِمِينَ[22]) (رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ[23]).
﴿۲۲﴾ وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَاء مَدْيَنَ قَالَ عَسَى رَبِّي أَن يَهْدِيَنِي سَوَاء السَّبِيلِ= او چې مدين ته یې ورمخه كړه؛ نو و يې ويل: ((هيلمن يم پالونكى مې سمه لار راوښيي.))
ټکي:
((مدين)) د شام په سهېل او د حجاز په شمال کې تبوک ته نږدې پروت دى، چې هغه مهال د فرعون له واکمنۍ بهر و.
پېغامونه:
١_ خوځښت، هجرت او له ډول ډول تاکتيکونو کار اخستل، انقلاب ته پکار چارې دي (وَلَمَّا تَوَجَّهَ).
٢_ لومړى حرکت وکړئ او بيا دعا او هيلمن شئ (وَلَمَّا تَوَجَّهَ….. قَالَ عَسَى رَبِّي أَن يَهْدِيَنِي).
٣_ تل د غوره او نږدې لارو د غوره کولو په لټه کې شئ (سَوَاء السَّبِيلِ).
٤_ په هر حال کې هيلمنېدل ښه چار دى (عَسَى رَبِّي).
٥_ سړې تودې د انسانو په روزنه کې الهي دود دى (وَلَمَّا تَوَجَّهَ.. قَالَ عَسَى رَبِّي).
٦_ چارې مو د الله تعالی په نامه پيل کړئ (وَلَمَّا تَوَجَّهَ…. قَالَ عَسَى رَبِّي أَن يَهْدِيَنِي).
٧_ طاغوتي نظامونه د کږلارۍ او بې عقله هوډونو چاپيريال دى؛ نو له الله تعالی سمه لارښوونه غوښتل پکار دي. (يَهْدِيَنِي سَوَاء السَّبِيلِ).
﴿۲۳﴾ وَلَمَّا وَرَدَ مَاء مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِّنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ امْرَأتَيْنِ تَذُودَانِ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّى يُصْدِرَ الرِّعَاء وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ= او چې كله د مدين د اوبو (څاه) ته ورسېد؛ نو ګوري، چې يوه ډله خلك خپل څاروي خړوبوي؛ خو د دوی شاته يې دوې ښځې وليدې، چې خپل څاروي ايساروي (او څاه ته نه نژدې كېږي؛ موسى) له ښځو وپوښتل: (( (له دې كاره) ستاسې موخه څه ده؟(ولې مو څاروي نه اوبه كوئ؟)) ) و یې ويل: ((منتظر یو چې شپانه خپل څاروي بوځي او نوبت مو شي او پلار مو بوډا دى (او دا كارونه يې له وسې پوره نه دي.)))
﴿۲۴﴾ فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّى إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ= نو موسى یې څاروي خړوب كړل، بيا يو سيوري ته كېناست؛ نو ويې ويل: ((پالونكيه! ما ته چې هره خير ښېګڼه راولېږې، ورته اړين يم.))
ټکي:
((تذودان)) له ((ذود)) له مادې اخستل شوى، چې د منع کولو او مخنيوي پر مانا دى.
په دې آيت کې د ((وجد)) کلمه دوه ځل راغلې، چې د دوو بېلابېلو کتنو نښه ده؛ خو که ښځې او نارینه سره يو ځاى وي؛ نو په یوې کتنې لیدل کېدل.
پېغامونه:
١_ اوبه ملي سرچينه ده؛ نه وګړیزه (مَاء مَدْيَنَ…. النَّاسِ يَسْقُونَ).
٢_ د ښځو له حيا او کمزورۍ ناوړګټنه ونه کړو، که ښځو ته قانون او ملاتړي سازمانونه جوړ نشي؛ نو ډېر نارینه به د ښځو حقوق ولتاړي – تر پښو لاندې کړي (أُمَّةً… يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ.)
٣_ د نارينه وو او ښځو ترمنځ بېل چاپېريال يو ارزښت دى، چې د حضرت شعيب لوڼو مراعات کړ (وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ امْرَأتَيْنِ).
٤_ له خپل موقعيته ناوړګټنه پکار نه ده (وَجَدَ مِن دُونِهِمُ امْرَأتَيْنِ) (دواړه ښځې د شعيب عليه السلام لوڼې وې؛ خو له خلکو يې و نه غوښتل، چې د پلار په پار دې یې ورته لار خلاصه کړي).
٥_ د الله تعالی د پېغمبر لوڼو شپونتوب وکړ؛ خو کله يې هم سوال و نه کړ (امْرَأتَيْنِ تَذُودَانِ).
٦_ شپنتوب د ډېری الهي انبياوو دنده وه (وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ) که پلار مو ډېر زوړ نه واى؛ نو خپله به يې شپونولي کړې واى.
٧_ پام مو وسه، چې وګړیزې ستونزې مو له خلکو سره له مرستې منع نه کړي (مَا خَطْبُكُمَا) (د حضرت موسى خپل ځان په خطرکې و؛ خو بيا يې هم له نورو سره له مرستې لاس وانخست).
٨_ له ښځمنو ملاتړ یو انساني ارزښت دى (مَا خَطْبُكُمَا).
٩_ د اړتيا پر مهال، د نارينو او ښځو خبرې پروا نه لري (مَا خَطْبُكُمَا).
١٠_ له نامحرم سره د خبرو پر مهال خلاصه خبره پکار ده (مَا خَطْبُكُمَا).
١٢_ له کوره بهر د ښځې کار کول پروا نه لري؛ خو په دې شرط:
الف: ښځه د کار په چاپيريال کې ځان ته نه وي (امْرَأتَيْنِ).
ب: له سړيو سره يو ځاى نه وي (مِن دُونِهِمُ – لَا نَسْقِي حَتَّى يُصْدِرَ الرِّعَاء)
ج: لوڼو ته هم کار کول پکار دي (وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ).
١٥_ له خلکو سره بې شرطه په بيړه مرسته وکړئ (فَسَقَى لَهُمَا). حضرت موسى چې د هغو دوو ښځو سوليز-منطقي دليل واورېد؛ نو بې پوښتنې يې د هغوى غوښتنه پر ځاى کړه.
١٦_ د زړه له کومې د خلکو چوپړ وکړئ او ستونزاوارى مو له الله تعالی وغواړئ (فَسَقَى لَهُمَا-رَبِّ إِنِّي) (حضرت موسى يې رمې ته اوبه ورکړې؛ خو خپلې لوږې ته يې هېڅ هم ونه غوښتل؛ بلکې له الله تعالی يې مرسته وغوښته)
١٧_هر څه له الله تعالی غوښتل پکار دي (رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ).
١٨_ په خپله دعا کې الله تعالی ته لارې مه ښيئ (لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ) (حضرت موسى سره له دې چې وږى و؛ خو له الله تعالی يې ډوډۍ او خواړه و نه غوښتل).
﴿۲۵﴾ فَجَاءتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاء قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا فَلَمَّا جَاءهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ= نو (له دعا سره سم) له هغو (دوو نجونو) يوه په حیا حيا کې راغله او موسى ته يې وويل: ((زما پلار دې غواړي، چې زموږ د څارويو خړوبولو په بدل کې څه دركړي))؛ نو چې هغه [= شعيب] ته ورغى او خپله ټوله قيصه يې ورته وکړه ورته يې وويل: ((مه وېرېږه، له ظالمې ډلې ژغورل شوى يې.))
پېغامونه:
۱- د کارګر لاسباړه بې درنګه او ژر ورکړئ (فَجَاءتْهُ).
۲_ له کوره د ښځو بهر وتل دې د حيا او عفت پر بنسټ وي (تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاء) (په قرآن کې د ښځو تر ټولو ستر کمال حيا ګڼل شوې ده).
۳_ په بلنو کې دې ښځې د ښځو له لوري او سړي دې د سړيو له لوري راوبلل شي (إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ).
۴_ بې بلنې ځان مه مېلمه کوئ (إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ).
۵_څوک چې د طاغوت له لمنې وتښتي؛ نو د الله تعالی د پېغمبر په کور کې به مېلمه شي (إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ).
۶_ پلار دې د خپل اولاد له کړنو خبر وي او د کړنو په مقابل کې يې مناسب غبرګون وښيي (إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَث) (حضرت شعيب، چې وليدل لوڼې يې نن وختي راغلې؛ نو ددې ژر راتګ پوښتنه يې وکړه او هوډ يې ونيو، چې له حضرت موسى مننه وکړي.)
۷_ مېلمه پالنه او د مسافر خيال ساتل، د پېغمبرانو ځانګړنه ده (يَدْعُوكَ).
۸_ د خلکو چوپړ ته ارزښت ورکړئ (يَجْزِيَكَ).
۹_ حضرت موسى کار الله تعالی ته وکړ؛ خو حضرت شعيب د لاسباړې په ورکولو ورنه مننه وکړه، چې دا دوه چارې يو له بل سره هېڅ ټکر نه لري (أَجْرَ مَا سَقَيْتَ).
۱۰_ پېښې، پوهانو، مفسرانو او شنناندو ته ووایئ (قَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ).
١۱_ د مؤمنانو پايله، نېکمرغي او خلاصون دى (نَجَوْتَ).
١۲_د الهي اولياوو ترڅنګ اوسېدل هم پخپله يو ډول امنيت دى (نَجَوْتَ)
١۳_ د انبياوو دعا قبلېږي (نَجَوْتَ) حضرت موسى پرون دعا وکړه: (رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ[24]) او نن اوري: (لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ).
﴿۲۶﴾ قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ= يوې (لور یې) وويل: ((پلاره! دى مزدور ونيسه؛ ځكه ډېرغوره مزدور، چې نيسې (؛ نو همداسې) يو څوك دې وي، چې تکړه او امين وي.))
ټکي:
امام رضا رحمة الله علیه وويل: حضرت شعيب له خپلو لوڼو وپوښتل: څرنګه پوه شوې، چې دا ځوان امين دى؟ ورته يې وويل: چې مې ورته ستاسې بلنه ورکړه؛ نو راته يې وويل: زه به مخکې او تاسې راپسې شئ او له شا راته لارښوونه کوئ، چې سترګې مې ستاسى پر بدن ونه لګي[25].
پېغامونه:
١_ ښځې او لوڼې هم په کورنۍ کې د سول-منطق او حکمت پر بنسټ د وړانديز حق لري او له نورو سره هېڅ توپير نه لري (قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ).
۲- په کورنۍ کې د موروپلار او اولاد ترمنځ ښې اړېکې او د بیان ازادي، یو ارزښت دی. (يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ)
۳_ د کور ټول غړي دې وړانديزونه وکړي؛ خو روستى هوډ دې د کور مشر ونيسي (اسْتَأْجِرْهُ).
۴_پاکلمنې ښځې په دې لټه کې وي، چې له کوره کمې ووځي (اسْتَأْجِرْهُ) (له کوره بهر سختې چارې نارينه وو ته وسپارئ).
۵_ کار کول ننګ نه دى، د الله تعالی پېغمبرانو هم کار کاوه (اسْتَأْجَرْتَ).
۶_ په ټاکنه کې غوره وټاکئ (خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ).
۷_ګومارنې ته دوه عنصره؛ وسمني (کارپوهه) او د امانت ژمنه پکار دي (الْقَوِيُّ الْأَمِينُ).
۸_ د يوه چا تخصص او ژمنه ځان ته په عادي شرايطو کې معلومه کړئ، بې له دې چې د مقابل لوري ورته پام وي. (الْقَوِيُّ الْأَمِينُ) (ځينى وګړي په مصنوعي خويونو، چاپلوسۍ او ريا، آریز واقعيت پټوي؛ خو حضرت موسی په يوه طبيعي ننداره کې په يوه مرستندوی کار او حیاناک چلن کې ځان وښود.)
کار او کارګري
– الله تعالی له خلکو د ځمکې آبادي غوښتې، چې دا چار بې له کار او کوښښه ناشونى دى. « وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا [26]= هغه تاسې له ځمكې پیدا كړئ ا و پرې مېشت يې كړئ (او د هغې ابادي يې تاسې ته پرېښووله)»
– په ټول قرآن کې پر نېک عمل زيات ټينګار شوى، چې پراخه مانا لري.
– الهى انبياء بزګران، شپانه، درزيان او ترکاڼاڼ ول.
*په اسلام کې کار عبادت او د جهاد په څېر دى[27].
*د بېکارانو دعا نه قبلېږي.
کار د جسم او روح د روزنې، د بېکارۍ د وخت ډکولو، له فساده د مخنيوي، د ودې، نبوغ؛ نوښت، د وټيزې پراختيا، عزت او پر ځان بسياېنې او له نورو سره د مرستې یوه وزله ده.
– قرآن وايي: ((هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ[28]= (الله) هغه دى، چې ځمكه يې تاسې ته اېل كړه؛ نو په څنډوكې يې ګرځئ او (د الله حلاله) روزي وخورئ او (پوه شئ چې د مړيو) ژوندي كول يوازې د هغه لوري ته دي.))
– اسلام د کارګر مټو ته په ځانګړي درناوي قایل دی او د کارګر حق ته پاملرنه، زړه يې خوشحاله ساتل، پر وخت يې لاسباړه ورکول او ورسره له ټاکل شوې لاسباړې د اضافه لاسباړې پر ورکړه یې خورا ټينګارکړى؛ لکه څرنګه یې چې پر بزګرۍ ټينګار کړى او د يوې ونې د خړوبولو ثواب يې يو مؤمن ته د اوبو ورکولو هومره بللى دى.
– حضرت علي کرم الله وجهه د خپل خلافت پر مهال، خپل والي ته سپارښتنه وکړه: پر بزرګرانو دې ظلم ونشي او د مالياتو په اخستو کې دې ورسره مراعت وشي.
–اندیز کار هم خورا ارزښت لري، تردې چې يو ساعت اند تر کلونو عبادته غوره ګڼل شوى دى.
– په کار کې پر لټۍ او ناغېړۍ نيوکې شوي، تردې چې رسول اکرم وويل: الله خو په دې خوښېږي چې که څوک کوم کار کوي؛ نو په ښه توګه دې یې و کړي.
– قرآن وايي: چې کله له يوه مهم کاره خلاص شوئ؛ نو بل مهم کار پېل کړئ (فَإِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْ)؛ نو بېکاري رټل شوې ده.
هو! بېکاري د ستړيا، ستومانۍ، ناغېړۍ، د شيطاني فعاليتونو، د فتنې راولاړېدو او د ګناه د پراختيا لامل ده.
– البته اسلام کار ته يو وخت ټاکلى او هغوى چې د رخصتۍ پر ورځ کار کوي، ورته متجاوز ويل شوى دى. «الَّذِينَ اعْتَدَواْ مِنكُمْ فِي السَّبْتِ [29]»
امام رضا رحمة الله علیه وويل: مؤمن دې خپل وخت پر څلورو برخو وويشي: کار، عبادت؛ خوند، د دوستانو ليدو او د ژوند د چارو ترسره کولو ته. که داسې و نه کړي؛ نو انسان به پر يوه حريص عنصر واوړي، چې پر حرص ډېرې زياتې نيوکې شوي دي.
*اسلام ته د کارڅرنګوالى ارزښت لري، نه څومره والی[30].
*په هر حال اسلام کار ته خورا ارزښت ورکړى؛ په يوه حديث کې راغلي: د الله تعالی بېکاره او ډېر خوبولي نه خوښېږي[31].
امام باقر رحمة الله علیه وويل: څوک چې د دنيا په چار کې ناغېړی وي؛ نو د آخرت په چار کې خو به ډېر ناغېړی وي. [32]
په حديث کې لولو: يو نشتمن او بېکاره پېغمبراکرم ته ورغى او مرسته يې وغوښته. پېغمبر اکرم وويل: څوک په کور کې تبر لري؟ يوه وويل: زه يې لرم؛ هغه تبر راووړ او پېغمبر اکرم ورته له هغه لرګي لاسکی جوړ کړ، چې ورسره وو او ور يې کړ او ورته يې وويل: دا د کار وزله؛ خو کوښښ پر تا دى.
له دې حرکته څو ټکي راوځي:
١_ انبياء د خلکو د ژوند په فکر کې هم دي.
٢_ د ټولنې خورا کمزوري وګړي، د ټولنې له مشر سره کتلای شي.
٣_ ټولنه مرستې ته اړتيا لري، تبر د يو چا، لرګي د بل چا؛ خو همغږي او تبر جوړول د پېغمبراکرم.
٤_ له فقر سره مبارزې ته دې د توليد وسايل د ټولنې کارنده ځواکونو ته ورکړل شي.
﴿۲۷﴾ قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَى أَن تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ= (شعيب) وويل: ((غواړم له خپلو دغو دوو لوڼو (چې ګورې یې) یوه په نكاح دركړم، په دې (شرط) چې اته كاله کار راسره وكړې؛ نو كه لس كاله پوره كړې؛ نو دا ستا خوښه ده او نه غواړم درون پېټى درباندې كېدم، که الله کول، ژر به مې له صالحانو ومومې.))
ټکى:
موږ خپلو چارو ته الهي رنګ ورکولای شو؛ لکه چې قرآن وايي: (صِبْغَةَ اللَّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ صِبْغَةً [33]) لکه چې خپل مخ و لاس وينځو، بايد د اودس په نيت يې ووينځو، چې کېنو؛ نو د پېغمبر اکرم په څېر مخ په قبله دې کېنو، د بري ليک او مقام پر ځاى، د الله تعالی رضا ته زده کړه وکړو، خپلې مېرمنې ته چې څه يا جامې اخلئ؛ نو د ديني اخترونو په مناسبت يې واخلئ، خپل اولاد ته چې ډالۍ ورکوئ؛ نو هله يې ورکړئ، چې په کوم مانيز کمال کې يې پرمختګ کړى وي؛ لکه څرنګه یې چې په دې آيت کې د اته کلونو پر ځاى وويل: د اتو حجونو هومره.
پېغامونه:
١_ که يو چار د سړيتوب او له بېوزليو د ملاتړ په موخه وشي؛ نو پر مانيز اجر سربېره، دنيوي اجر هم لري (قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ) (د موسى عليه السلام ځان په خطر کې و؛ خو اوس پردې سربيره، چې په امنيت کې دى، د ژوند او مېرمن خاوند هم شو).
٢_ باید د واده ښه دودونه (؛ لکه د انجلۍ کور ته تګ او ورسره د پلار په شتون کې خبرې) د الله تعالی له پېغمبرانو زده کړو (إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ – أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى).
٣_ تر واده مخکې د زلمي پېژندنه يو اړين آر دى (وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ- قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ) (حضرت موسى په رښتينې توګه خپل سرګذشت حضرت شعيب ته ووايه او چې شعيب علیه السلام پر موسى علیه السلام پوره ډاډ پيدا کړ؛ نو هله يې له خپلې لور سره د زومولۍ وړاندیز ورته اوڅار کړ).
٤_ که ډاډمن شوئ، چې يو زلمی د کار وسه او ورسره مينه لري؛ نو خير دى که اوس توکیزې شونتیاوې او کور نه لري؛ له واده سره يې هوکړه وکړئ) (إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ).
٥_ څه پروا لري، چې که د واده وړانديز د لور د پلار له اړخه وشي (إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ).
٦_ په واده کې د لوڼو په منځ کې د مشرې او کشرې نوبت ته کتنه تل اړين کار نه دى(إِحْدَى ابْنَتَيَّ) (حضرت شعيب علیه السلام حضرت موسى ته وويل: غواړم يوه لور مې درواده کړم؛ خو شرط يې و نه کړ، چې مشره درکړم که کشره).
٧_ پلار ته پکار نه دي، چې د لوڼو په ودونو کې توپير راوړي (إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ).
٨_هلک او انجلۍ دواړه کړاى شي، د مرکې پر مهال يو بل ته مخامخ کېني (هَاتَيْنِ).
٩_جنسي غريزې ته مو پام اوسه، چې پياوړې غريزه ده، ان په نبوي کورنۍ کې د کور او کار د چاپيريال امن ته، لومړى د واده خبره کېږي او بيا د ګومارنې (أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ = عَلَى أَن تَأْجُرَنِي).
١٠_ واده له مهر سره يو ځاى وي (عَلَى أَن تَأْجُرَنِي).
١١_ هرومرو نه ده، چې مهر دې مال او شتمني وي، حضرت شعيب حضرت موسى ته وويل: لور به مې درواده کړم؛ خو په دې شرط، چې (اته کاله به راته کار کوې (تَأْجُرَنِي) (البته د اسلام په شريعت کې بايد د د ديني پوهانو د فتواوو له مخې عمل وشي).
١٢_ د تړونونو مهالوېش، د عبادت او مانيزو چارو پر بنسټ چمتو کړئ (ثَمَانِيَ حِجَجٍ) (د اته کالو پر ځاى يې وويل: اته حجونه).
١٣_ د ښو چارو دودولو يوه لار، د مانيزو وختونو (ايام الله) نمانځل دي (ثَمَانِيَ حِجَجٍ).
١٤_ د نبوت مقام، د مهر او د سوداګرۍ د مال او اجارې د اندازې په باب د خبرو مخنيوى نه کوي. (ثَمَانِيَ حِجَجٍ).
١٥_ د حج مراسم په تېرو اديانوکې هم وو(حِجَجٍ).
١٦_ د انجلۍ پلار، چې له هلک سره د مهر په باب خبرې کوي؛ نو لږ تر لږه (تر ټولو لږ دې ووايي) او نور دې يې د زلمي خوښې ته پرېږدي، چې څومره يې زياتولاى شي (فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ). حضرت شعيب حضرت موسى ته وويل: که اته کاله بيا لس کاله کوې؛ نو بيا ستا خوښه ده.
١٧_ د مهر په چارو کې پر زلمي ډېره تنګسه مه راوړئ (فَمِنْ عِندِكَ).
١٨_ د انجلۍ پلار دې د واده په چارو کې ډېره سخت ګيري نه کوي (وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ).
١٩_ د مهر اېښوولو پر مهال، د زلمي وټيز حالت په پام کې نيول پکار دي. (أَشُقَّ عَلَيْكَ)
٢٠_ هغوی صالح انسانان نه دي، چې پر خپلو کارګرانو او ترلاس لاندې خلکو سخت ګيري کوي (سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ).
٢١_ زلمى دې د نويو خپلوانو له اړخه پوره ډاډه وي (سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ).
٢٢_ بې له انشاءالله ويلو او له الله تعالی د مرستې له غوښتو پرته، چا ته د راتلونکې ژمنه مه ورکوئ (إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ).
٢٣_ د زلمي او ناوې د کورنيو په منځ کې متقابل ډاډ اړين چار دى (سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ).
دواده ارزښت
په روايتونو کې راغلي: واده د نيم دين د ساتلو لامل دى. د واده شوي انسان دوه رکعته لمونځ د ناواده شوي انسان له اويا رکعتونو سره برابر دی. د واده شوي انسان د خوب ثواب د ناواده شوي انسان تر روژې ډېر وي[34]. ډېری خلک واده د بېوزلۍ لامل بولي؛ خو د الله رسول وايي: واده رزق پراخوي او همداراز وايي: څوک چې د تنګ لاسۍ له وېرى واده نه کوي، له موږ ځنې نه دى او پر خدا شکي شوى دى[35].
په نورو روايتونو کې راغلي: څوک چې د يو مسلمان رور واده ته لاس پورته کوي؛ نو الله تعالی به پرې د قيامت پر ورځ ځانګړې پېرزوينې وکړي[36].
قرآن پر واده سپارښتنه کړې او بيا بيا يې سپارښتنه کړې، چې له بېوزلۍ مه وېرېږئ، که لاس مو تنګ وي؛ نو الله تعالی به مو پر خپل فضل او کرم مړه خوا کړي. [37]
واده د ډاډمنۍ لامل دى، واده کورنۍ نږدې کوي، زړونه او د پاک ځوځات د روزنې او د لاسنيوي روحيه راژوندۍ کوي.
بيا روايتونه وايي: واده ته بيړه وکړئ، د يوې انجلۍ، چې د واده وخت راورسيد؛ د هغې پخې او رسېدلې مېوې مثال لري، چې که له ونې را ونشوکېږي؛ نو ورسته به شي[38].
د مېرمنې انتخاب
د مېرمنې ټاکنې ته په عمومي توګه د خلکو کچې دا وي: شتمني، ښکلا، حسب و نسب؛ خو په حديث کې راغلي: ستا دې د مېرمنې د ټاکنې چورلیځ ګروهه، اندنه او ليدانه وي. [39]
په يوه حديث کې راغلي: ډېرى داسې ښکلاوې دي، چې د هلاکت لاملېږي او هم شتمنۍ دي، چې د ګناه لامل دي[40].
د الله رسول وويل: که د لور پر مرکه مو درغلل، که د هغه دين او اماتنوالي مو خوښه وي؛ نو منفي ځواب مه ورکوئ؛ ګنې پر ستره فتنه او فساد به اخته شئ. [41]
د لور د واده په اړه يو چا له امام حسن سره مشوره وکړه؛ نو ورته يې وويل: لور دې متقي ته ورکړه، چې که ستا لور يې خوښه وي؛ نو درناوى به يې کوي او که خوښه يې نه وي؛ نو د تقوا له لامله به پرې ظلم او تېرى نه کوي. [42] روايتونه وايي: هغوى ته لور خور مه ورکوئ، چې الکلي مشروبات څښي، بد اخلاقه وي او سمه اندیزه لیکه ونه لري او په سمه کورنۍ کې نه وي لوى شوى[43].
﴿۲۸﴾ قَالَ ذَلِكَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَيَّ وَاللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ= (موسى) وويل: (((سمه ده) دا تړون دې زما او ستا ترمنځ وي؛ البته له دې دواړو مودو، چې هر يوه پوره كړم؛ نو پر ما به كوم زياتى نه وي (او په ټاكنه كې یې خپلواك يم) او څه چې وايو، الله پرې شاهد دى.))
ټکي:
د ((أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَيَّ)) عبارت دوه ډوله مانا شوى دى: يو داچې که د انجلۍ مهر اته کاله وي که لس، پر ما هېڅ ظلم نه دى او بله مانا يې داده، چې تردې دوو وختونو روسته چې مې غوښتل درنه ولاړ شم؛ نو نه ښايي څوک مې مخنيوى وکړي. زه به د تړون د مودې هومره پاتې شم او تر هغې روسته به په خپل واک کې يم.
پېغامونه:
١_د واده په نکاح کې (د طلاق پرخلاف) شاهدانو ته اړتيا نشته (بَيْنِي وَبَيْنَكَ).
٢_په تړونونو کې ځان ته اختيارات په پام کې ونيسئ او په ځينې ځايونو کې خپل لاس خلاص پرېږدئ (أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَيَّ).
٣_ پر الله تعالی ايمان، د تړونونو روغتیا ډاډمنوي (وَاللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ)
﴿۲۹﴾ فَلَمَّا قَضَى مُوسَىالْأَجَلَ وَسَارَ بِأَهْلِهِ آنَسَ مِن جَانِبِ الطُّورِ نَارًا قَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّي آتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ جَذْوَةٍ مِنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ= نو چې موسى موده پوره كړه او له خپلې كورنۍ سره (له مدين څخه مصر ته) روان شو؛ نو د طور له لوري يې يو اور وليد؛ خپلې كورنۍ ته يې وويل: ((تم شئ، ما يو اور وليد؛ (ورځم) چې څه خبر درته ترې راوړم يا د اور کومه سكروټه، چې تاوده شئ.))
ټکي:
د ((آنَسْتُ)) کلمه د هغه کتنې پر مانا ده، چې له انس او ډاډ سره وي. د ((جَذْوَةٍ)) کلمه د ټوټې په مانا ده. د ((صْطَلُونَ)) کلمه د ((صلى)) له جرړې دى، چې په اور د ګرمېدو پر مانا دى.
خپلې ښځې ته د حضرت موسى ټول خطابونه، د جمعې له ضمير سره راغلي ((امکثوا= آتيکم= لعلکم = تصطلون)) کېداى شي، دې ته وي چې هغه لس کاله ژوند، چې حضرت موسى له خپلې ښځې سره کاوه، اولاد يې هم درلود.
په دې آيت کې د ((وَسَارَ بِأَهْلِهِ))، ((آتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ))، ((لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ)) له جملو او د سوره طه ((جِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى)) له غونډلې – جملې جوتېږي، چې حضرت موسى د شپې حرکت کړى و، چې تپه تياره او ساړه وو، چې په دې ترڅ کې يې لار هم ورکه کړه.
پېغامونه:
١_ مؤمن پخپله خبره او ژمنه ولاړ وي (قَضَى مُوسَى الْأَجَلَ).
٢_نه باید ښځه او اولاد د هجرت؛ خوځښت او د مسووليت د ترسره کولو د مخنيوي لامل شي او نارینه هم نباید دوی پرېږدي؛ بلکې ورسره يو ځاى وي. (وَسَارَ بِأَهْلِهِ).
٣_ پر کوم ځاى چې ډاډ نه لرئ؛ نو خپله کورنۍ هلته مه بوځئ. (امْكُثُوا) د اور ليدل، د ((إِنِّي آنَسْتُ نَارًا)) له غونډلې سره یې قرينه حضرت موسى ته ځانګړې وه او حضرت موسى ته ناڅرګند او مبهم و؛ نو له کورنۍ يې وغوښتل، چې هماغلته پاتې شي، چې پخپله هغه اور ته ورشي او راستون شي.
٤_چې پوهېږئ يو چار نشئ کړاى؛ نو چاته يې وعده هم مه ورکوئ (لَّعَلِّي آتِيكُم – لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ) [د (((لعل)) کلمه د ښايي پر مانا دى؛ يعنې کېداى شي خبر يي راوړم او يا ښايي ګرمولو ته څه اور.]
٥_ سړى د ښځې او کورنۍ د اړتياوو د پوره کولو پازوال دى (لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ).
٦_عرفان او د کمال لوړو پوړونو رسېدو ته په کار نه دى، چې ښځه او بچي پرېږدو؛ بلکې په خپل عادي، طبيعي او ساده ژوند سره هم د عرفان او کمال لوړ پوړونو ته رسېدای شو. (سَارَ بِأَهْلِهِ……. قَالَ لِأَهْلِهِ…. لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ).
﴿۳۰﴾ فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِي مِن شَاطِئِ الْوَادِي الْأَيْمَنِ فِي الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ أَن يَا مُوسَى إِنِّي أَنَا اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ= نو چې ورغی، د ناو د ښي غاړې په بركتي سیمه كې له یوې ونې پرې ورغږ شو: ((ای موسی، په رښتيا همدا زه الله يم؛ نړۍ پال.
ټکي:
د ((شاطى)) کلمه د غاړې او ساحل=کڅ مانا ورکوي او د ((وادى)) کلمه د سيند او درې مانا ورکوي. ((بقعة)) هغې ټوټې ځمکې ته ويل کېږي، چې د خپل شاوخوا له ځمکې سره توپير ولري.
الله تعالی کړاى شي هر ډول وحې راولېږي. الله تعالی کړاى شي زړونو ته الهام وکړي يا داچې پرښته راولېږي يا ان له يوې ونې غږ راپورته کړي او يا له خپل پېغمبرسره خبرې وکړي؛ لکه په شورى سورت کې چې لولو: ((وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاءُ إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ[44]= او له هېڅ بشر سره وړ نه ده، چې الله ورسره خبرې وكړي؛ خو په (نېغه) وحې (په خوب كې يا په الهام يا اشارې سره)، يا د پردې تر شا يا (له پرښتو) كوم استازى ورلېږي؛ نو څه چې غواړي، پخپله اجازه يې وحې كوي؛ (ځكه) چې هغه لوړ مقامى حکيم دى.
پېغامونه:
١_ ځينى ځايونه سپېڅلي دي (الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ).
٢_ په کوم ځاى کې چې تعجب وي؛ نو ډېر ټينګار دې وشي، حضرت موسی چې د لومړي ځل لپاره له ونې غږ اوري؛ نو تعجب کوي، له همدې لامله د الله تعالی کلام له ((إِنِّي أَنَا)) سره په ټينګار راغلى (إِنِّي أَنَا).
٣_ ناپېژندګلو ته ځان وروپېژنئ او بې له نامې، یو شمېر ځانګړنې هم ووایئ. (إِنِّي أَنَا اللَّهُ).
٤_الله تعالی خپلې ارادې پلي کولو ته، فکرونه په يوځانګړي بهير کې اچوي. حضرت موسى اور پيدا کونې او د کورنۍ ګرمولو ته هغې خو اته راکښودل شو؛ خو د الله تعالی موخه بل څه وه (إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّي آتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ… إِنِّي أَنَا اللَّهُ).
﴿۳۱﴾ وَأَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّى مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ يَا مُوسَى أَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ إِنَّكَ مِنَ الْآمِنِينَ= او (ويې ويل:) کونټۍ دې وغورځوه؛ نو چې (ويې غورځوله او) و يې ليدل، د مار په څېر خوځي، (وډار شو او) شا يې واړوله، وتښتېد او ان تر شا يې هم و نه كتل. (غږ وشو:) موسى! راوګرځه او مه ډارېږه؛ [ځکه] چې ته خوندي یې.
پېغامونه:
١_ الله تعالی له هرڅه معجزه جوړولاى شي (أَلْقِ عَصَاكَ).
٢_ د سترو دندو ترسره کولو ته دې کړلار له مخکې تمرين او تکرار شي (أَلْقِ عَصَاكَ) (حضرت موسى دې لومړى پخپله معجزه وويني، چې وکړاى شي، خلکوته يې وروښيي.)
٣_ انبياوو هم په بشري اړخ کې، د نورو انسانانو په څېر په څینو چارو کې، اندېښنه او ډار درلود (لَا تَخَفْ).
﴿۳۲﴾ اسْلُكْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاء مِنْ غَيْرِ سُوءٍ وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ فَذَانِكَ بُرْهَانَانِ مِن رَّبِّكَ إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ= لاس دې په خپل ګرېوان كې ورننباسه، چې بې له كوم عيبه او داغه تك سپين (او ځلېدونکى) راووځي او له وېرې (د لرې كېدو لپاره) دې خپل مټ درجوخت کړه؛ نو دا دوه [=د کونټۍ او تك سپين لاس معجزې] ستا د پالونكي له لوري فرعون او درباریانو ته یې څرګند دلايل دي؛ (ځكه) چې دوى سرغړاندي دي.))
﴿۳۳﴾ قَالَ رَبِّ إِنِّي قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ=(موسى) وويل: ((پالونكيه! په رښتینه کې ما یو تن ترې وژلى؛ نو وېرېږم چې وبه مې وژني.
ټکي:
*د ((وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ)) غونډله – جمله يا په دې مانا ده، چې د وېرې پر مهال دې لاسونه پر سينه يا په تخرګونو کې ږده (د ځينو پرخلاف چې کله وډار شي؛ نو لاسونه پورته وړي) او يا د همت ملا تړلو، هوډ نيونې او مخکې تګ په مانا ده. [45]
*په تورات کې راغلي: چې کله حضرت موسى لاس په ګرېوان کې ښکته کړ؛ نو لاس يې د برګي رنځ ونيو او د واورې په څېر سپين شو[46]؛ خو قرآن کريم د حضرت موسى د لاس د سپين والي لامل د برګي رنځ نه؛ بلکې د الهي ځواک نښه ګڼي، چې د برهان او استدلال په وړاندې کولو کې، د هر ډول شک او اړنګ لار بنده کړي. (بَيْضَاء مِنْ غَيْرِ سُوءٍ)
پېغامونه:
١-د عذاب له نښو سره د پېرزو نښې هم اړينې دي. (تهتز کانها جان-بَيْضَاء مِنْ غَيْرِ سُوءٍ) (د وېروونکي مار ترڅنګ ځلېدونکى لاس هم اړين دى)
٢- الهي معجزات نيمګړتيا او عوارض نه لري (مِنْ غَيْرِ سُوءٍ)
٣-بلنه او ښوونه دې سوليزه وي او الهي ډاډ دې ولري. (بُرْهَانَانِ مِن رَّبِّكَ)
٤-د ټولنې سمونې لپاره دې ړومبى د فساد په جرړو او سرچينو پسې ورشو. (إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ)
٥- د قصاص قانون پخوانۍ مخينه لري. (قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ)
٦-هڅونه او وېرونه، ګواښ او زېرى، د روزنې دوه بنسټيز عناصر دي. (بُرْهَانَانِ مِن رَّبِّكَ)
٧-د مسئووليت په منلو کې خنډونه مطرح او و ارزوئ. (فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ)
﴿۳۴﴾ وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ= او رور مې هارون تر ما ښه خوله ور دی؛ نو مرستيال یې راسره ولېږه، چې تاييد مې كړي؛ [ځكه] وېرېږم چې دروغجن به مې وبولي.))
﴿۳۵﴾ قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا أَنتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ= ويې ويل: ((دادی په خپل رور به دې مټ درغبرګ کړو او یوه داسې لاسبري به در پر برخه كړو، چې زموږ د نښو په بركت به هېڅ زيان دررسولاى نشي، تاسې او لارويان مو بريالي دي.))
ټکي:
* هارون (په لغت کې غرمېشتي يا قاصد ته وايي) د حضرت موسى مشر رور، د بني اسرائيلو له انبيا وو ځنې و، چې په قرآن کې ستايل شوى دى.
*حضرت موسى په خپل ماموريت کې له دوو څيزونو وېرېده، يو د قتل له قصاصه (إِنِّي فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ) او بل د حق له دروغ ګڼلو (إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ).
*د دندې سپارلو پر مهال د يوه انسان ټولو اړخونو ته پام وکړئ. که څه حضرت هارون په عمر او خبرو کې تر حضرت موسى مشر او خوږ ژبى و؛ خو حضرت موسى ته د نورو وړتياوو او ځانګړنو له لامله دا دنده ورسپارل شوې وه؛ البته حضرت هارون هم الهي پېغمبر و.
* د تبليغ، ارشاد، پر نېکيو امر او له بديو د منع کولو په طريقه کې دې کله دوه تنه يا ډېر وګړي لاس پورې کوي (فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ)
پر نېکيو امر او له بديو په منع کې آریز چورلیز اغېز کول دي؛ که اشارې اغېز کوي؛ باید اشاره وکړو، که فریاد اغېز کوي باید فریاد وکړو، که اوږد لیک یا طومار، پرلت، اعتصاب، غونډه، ګواښ او هڅونې اغېز کوي؛ باید هماغه لار خپله کړو او په هرې شونې توګه، له زړه، له ژبې او د عمل له لارې د مفاسدو مخه ونیسو، ان که په تکرار اغېز کوي، باید امر و نهې تکرار کړو.
پېغامونه:
١_د نورو پر کمالاتو منښته، پخپله کمال او ارزښت دى. (هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي) سره له دې چې حضرت موسى اولوالعزم پېغمبر و؛ خو د خپل رور پر کمال منښتى و.
٢_ خوږه او روانه ژبه تبليغ ته اغېزمنه ده (هُوَ أَفْصَحُ).
٣_ تبليغ ته له غوره لارې ګټه واخلئ (هُوَ أَفْصَحُ).
٤_ له هر ځواکه پخپل ځاى کې کار واخلئ (هُوَ أَفْصَحُ) (هارون روانه ژبه درلوده او په دې تبيلغي دنده کې خوږې او روانې ژبې بنسټیزه ونډه درلوده؛ نوځکه حضرت موسى له الله تعالی وغوښتل، چې ورسره يې مرستيال کړي.)
٥_ پکار نه ده، چې چارواکي پر ټولو کمالونو سمبال وي، بلکې په ټول کې لایق وي (هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي) (سره له دې چې آریز پازوال حضرت موسى و؛ خو په ځينې چارو کې حضرت هارون ښه پیاوړی و).
۶- کله ستونزاواري ته باید خپله اړوند پازوال ته وړاندیز او وتلار وړاندې کړو. (وَأَخِي هَارُونُ…. فَأَرْسِلْهُ)
۷- د کړلارې جوړلو او لر اندۍ اندېښنه، له ډار او وحشت سره توپیر لري. (إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ).
۸_ په يوه الهي رسالت کې، دويم تن دې هم الله تعالی وټاکي (سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ)؛ لکه څرنګه چې ګروهن يو، د اسلام د پېغمبر ځايناستى دې هم الله تعالی وټاکي.
۹_ د خپلوانو ايمان او ملاتړ، پر نورو اغېز ته اړين چار دى (يُصَدِّقُنِي)
۱۰_د انبياوو دعا قبلېږي (فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ- سَنَشُدُّ عَضُدَكَ) حضرت موسى له الله تعالی وغوښتل، چې رور يې حضرت هارون ورمرستيال کړي او خدای هم ورسره ومنله) (فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ- سَنَشُدُّ عَضُدَكَ)
۱۱_ غوره رورولي، د حق د تاييد رورولي او د الله تعالی امر پلي کولو ته يو د بل مټېدل دي (سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ).
١۲_ د انبياوو لړۍ، د الهي آيتونو تر سيورې لاندې بشپړېږي. (فَلَا يَصِلُونَ – إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا).
١۳_ان انبياء هم هيلې او ډاډ ته اړتيا لري. الله تعالی خو حضرت موسى، حضرت هارون او د دوی لارويانو ته د بري زېرى ورکړ او ډاډمن یې کړل (أَنتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ).
فَلَمَّا جَاءهُم مُّوسَى بِآيَاتِنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّفْتَرًى وَمَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ (۳۶) = نو چې موسى زموږ له څرګندو نښو سره ورغى و یې ويل: ((دا خو يوازې له ځانه جوړې شوې كوډې دي او د خپلو نيکونو په ویناوو کې مو دغسې خبرې اورېدلې نه دي!))
پېغامونه:
١_تور د مستکبرانو په لاس د سمونپالو پرخلاف خورا ستره وسله ده (مَا هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّفْتَرًى)
٢_ د الهي پېغمبرانو ښوونې، د تېرو خلکو د دودونو تابع نه وې (وَمَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا)
٣_ د ګروهو په منلو کې کچه، منطق او برهان دى؛ نه د پلار نيکه خبرې (وَمَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا)(داچې يو تفکر له پخوا په ټولنه کې نه و؛ نو مانا يې دانه ده، چې سم به نه وي)
٤_ د خواشينۍ خبره ده، چې ځينې انسانان څرګند منطق، له پخوانيو تپو تيارو ځاروي (جَاءهُم مُّوسَى بِآيَاتِنَا بَيِّنَاتٍ – وَمَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ)
وَقَالَ مُوسَى رَبِّي أَعْلَمُ بِمَن جَاء بِالْهُدَى مِنْ عِندِهِ وَمَن تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ (۳۷)= او موسى وويل: ((زما پالونكى د هغه (پرحال) ښه خبر دى، چا چې د ده له لوري لارښوونه راوړې ده او (همداراز پوهېږي) چې (په دنيا او آخرت كې) د چا پاى ښه ده. هو! ظالمان بريا نه مومي.))
ټکي:
په تېر آيت کې راغلي، چې فرعونيانو په پوره گستاخۍ او رډ سترګۍ، الهي معجزې کوډې وګڼلې او څرگنده يې کړه، چې موږ داسې خبرې له خپلو نېکونو نه دي او رېدلي؛ نو په دې آيت کې حضرت موسى يې په ځواب کې وويل: تاسې دروغجن ياست؛ ځکه له ما مخکې کسانو لکه حضرت يوسف ستاسې نيکونه سمې لارې ته رابلل او د حضرت ابراهيم دين يې دوداوه.
پېغامونه:
١_د هغو خلکو پر ضد پر الله تعالی توکل په کار دى، چې الهي معجزې کوډې گڼي. (مَا هَذَا إِلَّا سِحْرٌ … رَبِّي أَعْلَمُ)
٢_ پوچې خبرې په الهي خبرو خنثى کړئ. (مَا هَذَا إِلَّا سِحْرٌ … رَبِّي أَعْلَمُ ….)
٣_الله تعالی ټولو خلکو ته پېغمبر ورلېږلى دى (رَبِّي أَعْلَمُ بِمَن جَاء بِالْهُدَى)
٤_هغوى چې سمه لاره موندلې؛ نو پايله يې ښه ده (لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ)
٥_ معاد ته د خلکو پامول، د الهي انبياوو ستره دنده وه (وَقَالَ مُوسَى…. وَمَن تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ).
٦_ هغوى چې الهي پېغمبرانو ته کوډگر وايي؛ بد پایلې ظالمان دي (لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ).
وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَل لِّي صَرْحًا لَّعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ (۳۸) = او فرعون وويل: ((د قوم مشرانو! زه خو بې له ځانه كوم بل معبود درته نه پېژنم. (خو د لا ډېرې څېړنې لپاره) ای هامانه، خښتې پخې او يوه دنګه ودانۍ راته جوړه كړه، ښايي د موسى له معبوده خبر شم او زه خو یې په ټينګه له دروغجنو ګڼم.))
ټکي:
د ((صرح)) کلمه د لوړې او دنگې ماڼۍ پر مانا ده. دا آيت راښيي، چې په پخواني مصر کې هم د خښتو سترې بټۍ وې او هم یې اوچت او ستر برجونه جوړولای شو.
پېغامونه:
١_استکباري روحيه، د حق مننې مخه نيسي، فرعون وويل: له ځان پرته بل هېڅ خدای او پالونکی درته نه پېژنم (مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي)
٢_مستکبران خپل عقايد پر نورو په زور ورتپي (مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ).
٣_د مستکبرانو شعار دادى: څه چې نه پېژنم؛ نو نشته (مَا عَلِمْتُ).
٤_پر ظاهري سترگو د الله تعالی ليدل فرعوني اند دى (أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى).
٥_خلکو ته ځواک ښوونه، د څېړنې په نامه غولول او د اذهانو اړول د مستکبرانو يو دود دى. (فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ…)
٦_مستکبران ځان د هر څه چورلیځ بولي (فرعون په هر ځاى کې ځان اوڅاراوه (مَا عَلِمْتُ – غَيْرِي – فَأَوْقِدْ لِي – فَاجْعَل لِّي – لَّعَلِّي أَطَّلِعُ – إِنِّي لَأَظُنُّهُ)
وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ (۳۹) = او (په پاى كې) ده (= فرعون) او لښكرو يې په ناحقه په ځمكه كې لويي وكړه او و يې ګڼله، چې دوى به بیخي موږ ته نه راستنېږي.
پېغامونه:
١_ خلک د واکمنو په دين وي (وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ).
٢_د قرآن د ستاينو او نيوکو کچه حق دى (بِغَيْرِ الْحَقِّ).
٣_د دنيا پر تلپاتېینه ګروهه، د استکباري خوى ځانگړنه ده (وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ)
٤_معاد هېرول او ورته پام نه کول، د استکبار پر لور ورتگ دى (لَا يُرْجَعُونَ).
استکبار او مستکبر
*د تاريخ په اوږدو کې داسې خلک پيدا کېدل، چې مغرور به ول او ځان يې د هر څه مرکز او چورلیځ باله، په دې سورت کې فرعون وايي: (مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي) زه درته له ځان پرته بل معبود نه پېژنم او کله چې کوډگرو پر حضرت موسى ايمان راووړ؛ نو و يې ويل: (آمَنْتُمْ بِهِ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ) ايا زما بې اجازې مو پر موسى ايمان راووړ؟
فرعون تمه لري چې څوک دې، د هغه له اجازې پرته ګروهه و نه لري. نن هم ځينې فرعونان او ځواکونه شته چې ځانونه يې د نړۍ د سياست او اقتصاد چورلیځ کړي دي.
*مستکبران د ځواک ښوونې لپاره کله يو کس، ډله يا هېواد له منځه وړي او يا ورسره مرستې کوي؛ لکه نمرود، چې حضرت ابراهيم ته وويل: (أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ [47]) ددې خلکو ژوند او مړينه زما په لاس کې ده. څوک چې وغواړم وژنم يې او چې و يې وغواړم؛ نو له زندانه يې راخلاصوم.
*مستکبران کله د دنيا ماديات خلکو ته ورمخې ته کوي؛ لکه چې فرعون به ويل: (أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِنْ تَحْتِي) ايا د مصر حکومت زما نه دى؟ آيا دا ويالې نه وينئ زما تر ماڼـۍ لاندې بهېږي[48]؟
*مستکبران کله په غرور خلک ځان ته تسليموي. فرعون هغو کوډگرو ته چې ايمان يې راووړ، وويل: (أُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ) لاسونه او پښې به مو ردوبدل غوڅې کړم[49].
*مستکبران کله په بېځايه ځان ښوونې، ساده خلک د ځان مريانوي. قارون به داسې په کوڅه او بازار کې گرځېده، چې ظاهري دنيا پالو به د حسرت اوسيلي ايستل او ويل يې: کاش موږ ته هم هغه څه وي، چې د قارون لپاره دي[50].
*مستکبران کله کارپوهان پېري. فرعون کوډگرو ته وويل: که حضرت موسى بې پته کړئ؛ نو ستر انعام به درکړم او په حکومت کې به مقام درکړم[51].
مستکبران کله په خپلو سفرونو زړونه څپڅپاندوي. قرآن وايي: په ښارونو کې د کفارو تگ راتګ دې مغرور نه کړي. [52] مستکبران کله د نورو په سپکولو، اروايي جګړه پيلوي او پر انبياوو او لارويانو يې بې بنسټه تورونه لگوي او اراذل ورته وايي. [53]
*مستکبران کله د دنگو ماڼيو په جوړولو زړونه راکاږي. فرعون خپل وزير هامان ته وويل: داسې برج راته جوړ کړه، چې ور وخېژم، چې د موسى الله ترې ووينم[54].
وگورئ، چې قرآن څومره ژور دى، چې د مستکبرانو کړنلار يې داسې انځور کړې، چې زموږ د وخت له مستکبرانوسره هم اړخ لگوي.
فَأَخَذْنَاهُ وَجُنُودَهُ فَنَبَذْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ (۴۰) = نو موږ (هم) دی او لښكرې يې راونيوې او په سيند كې مو وغورځول؛ نو وګوره، چې د ظالمانو(د كار) پاى څنګه وه!
ټکي:
په دې آيت کې فرعون او سرتېري يې له هغه بې ارزښته څيز سره ورته شوي، چې له ځمکې اخستل کېږي او سيند ته ور اچول کېږي. دا سپکاوى ددې لپاره دى، چې ټول ځواکونه د الله تعالی د ځواک او پرغز- قهر پر وړاندې هېڅ هم نه دي.
((نبذ))؛ يعنې د بې ارزښته او ناڅيزه څيزونو لرې غورځول.
پېغامونه:
١_الهي عذابونه، يوازې په قيامت کې نه وي (فرعون په همدې دنيا کې ډوب شو)(فَأَخَذْنَاهُ)
٢_د ظالم انسان انډيوالان هم ورسره په جرم کې شريک وي. (فَأَخَذْنَاهُ وَجُنُودَهُ)
٣_د مستکبرانو پايله ذلت او خوارېدنه ده (فَنَبَذْنَا).
۴- د فساد د جرړو را ایستو لپاره، هر څه چې په فساد ککړ وي، باید له منځه یې یوسو. (فَنَبَذْنَا).
۵_له تاريخي پېښو عبرت واخلئ (فَانظُر)
۶- ظالمان ګډ برخلیک لري (عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ) (د فرعون د عاقبت پر ځاى يې وويل: د ټولو ظالمانو عاقبت دغسې دی).
۷_ مهم د کار پاى او عاقبت دى؛ نه د کار ژر تېرې څرکونه (فَانظُر… عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ)
وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يُنصَرُونَ (۴۱) = او دوى [= فرعونيان] مو د اور پر لور د بلنې مشران وګرځول او د قيامت پر ورځ به هېڅ مرسته ورسره ونشي.
وَأَتْبَعْنَاهُمْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ هُم مِّنَ الْمَقْبُوحِينَ (۴۲) = او په دې دنيا كې مو لعنتونه ورپسې کړل او د قيامت پر ورځ به (هم) له بدمخو ځنې وي.
ټکي:
لکه څنگه چې قرآن مجيد د لارښوونې او رڼا مشرانو ته د ((ائمة) کلمه کارولې، (وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا [55])؛ نو دا کلمه يې بېلارې او اور ته وروړونکيو ته هم کارولې ده ((وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ))؛ نوځکه هر څوک به له خپل مشر سره، چې په دنيا کې يې ټاکلى وي، د الهي عدل مخې ته ورحاضرېږي (يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ [56]) فرعون هم يو له دې مشرانو ځنې دى، چې پر هغه ورځ به خپل قوم دوزخ ته ورننباسي (يَقْدُمُ قَوْمَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَأَوْرَدَهُمُ النَّارَ [57]).
پېغامونه:
١_استکباري روحيه، انسان د دوزخيانو مشروي (وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ).
۲- د ټولنې په فرهنګي او عقیدتي جوړښت کې د حکومتونو ونډه نالېدلی ګڼلای نشو (أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ)
۳_ په رښتینه کې د کبرجنو تبليغات، دوزخ ته وربلنه ده (يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ).
۴_کبرجنو، چې نن خپل زړه پر مادياتو خوشحاله کړى؛ نو د قيامت پر ورځ به ځان ته وي او د مرستې به يې څوک نه وي. (يَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يُنصَرُونَ)
۵_الهي عذاب يوازې د قيامت پر ورځ نه وي (وَأَتْبَعْنَاهُمْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا)
۶_د خلکو ښېراوې او لعنت د الهي عذاب يوه بېلگه ده (وَأَتْبَعْنَاهُمْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً)؛ لکه څنگه چې د خلکو د خير دعا د الهي پېرزو نښه ده (وَاجْعَلْ لِي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ [58])
۷_د ظالم تر ورکېدو روسته هم ورپسې ښېرې او لعنت ويل پکاردي (أَتْبَعْنَاهُمْ….. لَعْنَةً)
۸_په دنيا کې تورمخي، د آخرت د تورمخۍ لامل دى (يَوْمَ الْقِيَامَةِ هُم مِّنَ الْمَقْبُوحِينَ)
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ مِن بَعْدِ مَا أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ الْأُولَى بَصَائِرَ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (۴۳) = او د ړومبنيو قومونو تر هلاكولو روسته مو په یقین موسى ته كتاب وركړ، چې خلكو ته لیدانه، لارښود او لورنه وه، ښايي پند واخلي.
ټکي:
د ((بصائر)) ټکى د ((بصيرت)) جمع ده، چې د “ليدانې” او پوهې مانا ورکوي او د ((ابصار)) کلمه د ((بصر)) جمع ده، چې د سترگې پر مانا ده.
پېغامونه:
١_د طاغوت له ماتې سره، صالحانو ته لارې چارې برابرېږي. (آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ مِن بَعْدِ مَا أَهْلَكْنَا)
٢_د مستکبرانو د کار پاى، هلاکت او له منځه تلل دي. (أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ الْأُولَى)
٣_دينوالي دې د د لېدانې پر بنسټ وي (بَصَائِرَ).
٤_ د کتابونو او رسولانو لېږنه، د الهې لورنې له مخې ده (لِلنَّاسِ…. رَحْمَةً).
٥_اسماني کتابونه د لېدانې او لارښوونې لامل دي. (بَصَائِرَ لِلنَّاسِ وَهُدًى)
٦_چې انسان لیدانه پیدا نه کړي؛ نو نه هدایتېږي او چې هدایت نشي؛ نو د الله تعالی پېرزوېنه هم نه ترلاسه کوي (بَصَائِرَ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةً)
٧_دين د انسان د فطرت يوه برخه ده او اسماني کتابونه له دې فطرته دوړې څنډي. (يَتَذَكَّرُونَ)
۸- د اسماني کتابونو او پېغمبرانو له شتون سره سره، بیا هم یو شمېر انسانان هدایت نه مني. (لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ)
وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِيِّ إِذْ قَضَيْنَا إِلَى مُوسَى الْأَمْرَ وَمَا كُنتَ مِنَ الشَّاهِدِينَ (۴۴) = او چې موسى ته مو (د نبوت) چار وروسپاره؛ نو ته خو د طور (غره) په لويديزه څنډه كې نه وې او نه (هغه وخت) شاهد وې (چې معجزې مو وركولې).
ټکي:
د ((ما کنت)) عبارت څلور ځل په دې آيت او نورو آيتونو کې راغلى، چې ټينگار کوي، د قرآن تاريخي خبرونه غيبي دي.
د تېرو خلکو د تاريخ له لوستو کړاى شو ژوند ورسره وکړو، که څه فيزيکي حضور ورسره و نه لرو. حضرت علي خپل زوى امام حسن ته وويل: ما د پخوانيو هومره ژوند نه دى کړى؛ خو د هغوى ژوند مې مطالعه کړى او پکې مې فکر کړى؛ نو داسې يم، ته وا ورسره مې ژوند کړى دى[59].
پېغامونه:
١_د هغه پېغمبر له خولې چې پر هغه مهال نه وه؛ د حضرت موسى د ژوند کيسه ویل، د قرآن د علمي اعجاز نښه ده (وَمَا كُنتَ…. وَمَا كُنتَ).
٢_ځینې قرآني کيسې له غيبو راغلي او ويل شوي؛ نه داچې د چا د سترگو ليدلى حال وي (وَمَا كُنتَ).
٣_د طور غر لويديزه برخه، د تورات د نزول ځاى و (بِجَانِبِ الْغَرْبِيِّ).
وَلَكِنَّا أَنشَأْنَا قُرُونًا فَتَطَاوَلَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ وَمَا كُنتَ ثَاوِيًا فِي أَهْلِ مَدْيَنَ تَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا وَلَكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ (۴۵) =او بلکې موږ د پېړيو په پوړيو کې ډېر خلک منځ ته راوستل، چې اوږده زمانه پرې تېره شوې ده (چې د انبياوو آثار يې له زړونو لرې شول؛ نو ته مو له خپل اسماني كتاب سره ولېږلې) ته هېڅكله د مدين له خلكو سره اوسېدلى نه يې، چې (له حالاتو يې خبر وسې او) دوى (= د مكې مشركانو) ته زموږ آيتونه ولولې؛ خو موږ وو، چې ور ومو لېږلې (او دا آيتونه مو دركړل).
وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ الطُّورِ إِذْ نَادَيْنَا وَلَكِن رَّحْمَةً مِّن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أَتَاهُم مِّن نَّذِيرٍ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (۴۶) = او هم ته هغه وخت د طور غره په څنډه كې نه وې، چې موسى ته مو ورغږ كړ؛ خو دا ستا د پالونكي له لوري يوه لورنه ده (چې دا معلومات دركول كېږي)، چې هغه خلك ووېروې، چې تر تامخكې ورته كوم ګواښګرندی ورغلى نه و، ښايي پند واخلي.
ټکي:
د ((ثاوياً)) کلمه د ((ثوت)) له کلمې اخستل شوې، چې د مېشت مانا ورکوي؛ لکه څنگه چې د((مثوى)) کلمه هم ترې اخستل شوې، چې د ځاى مانا ورکوي.
پېغامونه:
۱- خلک په هرې زمانې کې، الهي پوهاویو ته اړمن دي. (مَا كُنتَ… تَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا)
۲_د وخت تېرېدو د تېرو انبياوو آثار تت کړل او د اسلام پېغمبر راتگ ته يې لار هواره کړه. فَتَطَاوَلَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ… كُنَّا مُرْسِلِينَ)
۳_د پېغمبرانو بعثت د الله تعالی سنت دى (كُنَّا مُرْسِلِينَ).
پېغامونه:
۱_انبياء هم که د نورو خلکو په څېر په وحې خبر نشي؛ نو له غيبي خبرو بې خبره وي (مَا كُنتَ…).
۲_د ځان او الله تعالی پېژندنې کونجي، د ناپوهۍ او پوهې، بېوسۍ او ځواک، شتمنۍ او بېوزليۍ، نيمگړتيا او کمال ترمنځ پرتلنه ده. (مَا كُنتَ…. لَكِن رَّحْمَةً مِّن رَّبِّكَ)
۳_ وحې، د قرآن د ټولو کيسو او خاطراتو سرچينه ده (مَا كُنتَ… إِذْ نَادَيْنَا).
۴_د قرآن د رښتينو، حقيقي او عبرت ناکو کيسو بيانول، د روزنې او لورنې وزله ده. (رَّحْمَةً مِّن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ)
۵- د خلکو انذار، د الهي لورنې یو څرک دی. (رَّحْمَةً مِّن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ)
۶_د غافلو انسانانو د لارښوونې لپاره وېرول او اخطارونه ډېر گټور دي (لِتُنذِرَ – نَّذِيرٍ) (سره له دې چې د پېغمبرانو رسالت، د زېرګرندیو او ګواښګرندیو د ټولګې په چوکاټ کې دی؛ خو دا چې ګواښګرندي په غفلت ځپلو روحیاتو کې ډېره اغېزمنه ده؛ نوځکه په قرآن کې انداز ته ډېره پاملرنه شوې ده)
۷_خلک د ګروهې او لار په ټاکنه کې ازاد دي او د پېغمبرانو د بلنې په منلو کې پرې هېڅ زور نشته (لِتُنذِرَ… لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ)
۸_انسانان، په فطرت، په خپل ضمير کې په ځينو مسـئلو پوهېږي؛ خو د هېرېدو مخنيوي ته يې، بايد وریاد شي (يَتَذَكَّرُون)
وَلَوْلَا أَن تُصِيبَهُم مُّصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَيَقُولُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ (۴۷) = او كه (د كوم پېغمبر تر لېږلو مخكې) دوى د خپلو كړنو له لامله پر مصيبت او مجازاتو اخته كېدل؛ نو ويل به يې: ((پالونكيه! ولې دې يو استازى نه رالېږه، چې ستا د احكامو لاروي مو كړې واى او له مؤمنانو ځنې شوي واى؟!))
ټکي:
*تېر آيت د انبياوو د راتگ موخه “انذار”او “اخطار” وگاڼه. په دې آيت کې راغلي: د بعثت بله موخه “اتمام حجت-غاړه خلاصول” او پر خلکو د عذر او پلمې د لار تړل دي.
د آيت مفهوم دادى، چې کفار وايي: زموږ غم او بدمرغي د هغه فاسد عمل له کبله ده، چې پېغمبر مو نه درلود، که پېغمبر مو درلوداى؛ نو اوس به نه وو ګیر شوي، چې الله تعالی يې په ځواب کې وايي: موږ د اتمام حجت لپاره پېغمبران ورليږلي وو.
پېغامونه:
١_ډېر کړاوونه او ترخې پېښې، زموږ د خپلو کړنو زېږنده ده (تُصِيبَهُم مُّصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ)
ځان پوه کړئ، چې نېک او بد اعمال په دې دنيا کې هم خپل اغېز راښيي.
٢_ پر الله تعالی ايمان او له انبياوو لاروي، له غمونو د خلاصون لار ده. (تُصِيبَهُم مُّصِيبَةٌ – لَوْلَا أَرْسَلْتَ)
٣_يوازې د علم، عقل او فطرت له لاسه هېڅ نشي کېداى؛ بلکې په څنگ کې ورسره وحې هم په کارده. (لَوْلَا أَرْسَلْتَ)
٤_د انبياوو بعثت غاړه خلاصول دي، چې څوک و نه وايي: موږ خو خبر نه وو او په ناپوهۍ کې رانه گناه شوې ده (لَوْلَا أَرْسَلْتَ).
٥_لاروي او اطاعت د واقعي ايمان نښه ده. (فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ)
فَلَمَّا جَاءهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا لَوْلَا أُوتِيَ مِثْلَ مَا أُوتِيَ مُوسَى أَوَلَمْ يَكْفُرُوا بِمَا أُوتِيَ مُوسَى مِن قَبْلُ قَالُوا سِحْرَانِ تَظَاهَرَا وَقَالُوا إِنَّا بِكُلٍّ كَافِرُونَ (۴۸) = نو چې زموږ له لوري حق ورغى، و يې ويل: ((ولې دې پېغمبر ته هماغه څه نه دي وركړل شوي، چې موسى ته وركړاى شوي ول؟))؛ خو (د دوى په څېر پلمه ګر) له هغو معجزو منكرشول، چې مخكې موسى ته وركړاى شوې وې او و يې ويل: ((دا دواړه (= موسى او هارون) دوه كوډګر دي، چې(زموږ د بېلارۍ لپاره) يو لاس شوي دي)) او و یې ویل: ((په حقيقت کې موږ دواړه نه منو))
ټکي:
داچې د ((سحران نظاهرا)) غونډله – جمله کومو دوو څيزونو ته اشاره کوي، زيات احتمالونه ورکړل شوي، چې د راتلونکي آيت په رڼا کې به جوت شي، چې مراد ترې قرآن او تورات دی.
پېغامونه:
١_د پېغمبر اکرم او قرآن رسالت حق دى. (لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا – فَلَمَّا جَاءهُمُ الْحَقُّ)
٢_له حقه منکران، حق ته د پام پر ځاى، يوازې یې باطلو او بې بنسټو پرتلنو ته پام وي (جَاءهُمُ الْحَقُّ – لَوْلَا أُوتِيَ مِثْلَ مَا أُوتِيَ)
٣_روسته پاتې (متحجر/ ډبرپېري) خلک نوې او منطقي خبره نه مني (لَوْلَا أُوتِيَ مِثْلَ مَا أُوتِيَ مُوسَى)
٤_ پر پېغمبرانو ډېر د جادوگرۍ تور لگېده (سِحْرَانِ) (پلمګر منکران تل دا خبرې کوي، چې دا قرآن او هغه تورات دوه د کوډو کتابونو دي، چې يو د بل ملاتړي دي)
٥_ ډېر پلمګر، ناوړه مخينې لري (أَوَلَمْ يَكْفُرُوا…. مِن قَبْلُ).
٦_دښمنان د منطق او حق خبرې خلکو ته بدې ښيي او ټکنی کوي یې، چې د خپل انکار لپاره لار پرانځي (سِحْرَانِ… إِنَّا بِكُلٍّ كَافِرُونَ)
قُلْ فَأْتُوا بِكِتَابٍ مِّنْ عِندِ اللَّهِ هُوَ أَهْدَى مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (۴۹) = ووايه: ((كه رښتيني ياست (چې تورات او قرآن د الله له لوري نه دي)؛ نو د الله له لوري تر دې دواړو ډېر ښه لارښود كتاب راوړئ، چې زه يې هم لاروي وكړم!))
پېغامونه:
١_د منکرانو بې ځايه خبرو ته مناسب ځواب ورکول پکار دي (قُلْ…..)
۲- د حق زبادولو لپاره، کله باید د مناظرې دود خپل کړو. (قُلْ فَأْتُوا بِكِتَابٍ….)
۳_يوازې نيوکه په کار نه ده؛ بلکې ورسره وړانديز هم پکار دى (سِحْرَانِ تَظَاهَرَا… فَأْتُوا بِكِتَابٍ)
۴_د انبياوو له ځانګړتیاوو، یو دادى، چې يا به ورسره کتاب و او يا معجزه (فَأْتُوا بِكِتَابٍ – أَهْدَى)
۵_آریز تورات او قرآن د بشر لارښونې لپاره غوره اسماني کتابونه دي (فَأْتُوا بِكِتَابٍ…. أَهْدَى مِنْهُمَا)
۶_د کفراو انکار په مقابل کې دې، د الهي اديانو لارويان يو د بل ملاتړي وي (أَهْدَى مِنْهُمَا) او و يې نه ويل: ((اهدى منی)) هو! د هغه گډ دښمن پر ضد چې اسماني يو کتاب هم نه مني او د ((إِنَّا بِكُلٍّ كَافِرُونَ)) شعار ورکوي، قرآن له تورات نه ملاتړ کړى او په خپل څنگ کې یې راوړى دى.
۷_اسماني مشرتابه دې خپلو مخالفينو ته په ښه توگه منطقي ځواب ورکړي (فَأْتُوا بِكِتَابٍ… أَهْدَى مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ).
۸_ د لارې په ټاکنه کې کچه، له ښو او غورو لاروي ده (هُوَ أَهْدَى مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ)
۹_د استاد، ملگري او کتاب د ټاکنې کچه ((گټورتوب)) يې وي. (هُوَ أَهْدَى مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ)
۱۰_انسان د آریز تورات او قرآن په څېر کتاب، له راوړو عاجز دى (إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ)
فَإِن لَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءهُمْ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِّنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (۵۰) = نو كه ستا دا وړانديز يې و نه مانه؛ نو پوه شه، چې دوى ايله د خپلو ځاني غوښتنو لارويان دي او تر هغه زیات بېلارې به څوك وي، چې بې له الهي لارښوونې په خپلو ځاني غوښتنو پسې درومي؟! په رښتيا الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي.
ټکي:
* د انسان لپاره درې مانيز دښمنان شمېرل شوي: دنيوي ځلبل، ځاني غوښتنې او شيطاني وسوسې. په دې منځ کې دنيا او ځلبل يې د کونجي مثال لري، چې يو خوا ته حرکت ته لار پرانځي او بلخوا لار بندوي؛ يعنې هم ترې ښه گټنه کېږي او هم ناوړه. شيطاني وسوسې که څه ونډه لري؛ خو انسان گناه کولو ته نه اړ باسي، پردې سربېره چې شيطان د الهي اولياوو په زړه کې نشي ورننووتى؛ خو تر ټولو خطرناک دښمن ځاني غوښتنې دي[60].
پېغامونه:
١_کله ځاني غوښتنې دومره ښکلې برېښي، چې د پېژندنې لپاره يې پوره پام او علم په کار دى (فَاعْلَمْ).
٢_په کوم ځاى کې چې څوک خبره نه مني، ځاني غوښتنې پرې واکمنېږي (لَّمْ يَسْتَجِيبُوا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءهُمْ)
٣_له حقه منکر او ځانپالي خورا بېلارې وګړي دي (مَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ).
٤_واقعي ښيون – هدایت هغه دى، چې سرچينه يې په ناپايه پوهه او حکمت کې وي (هُدًى مِّنَ اللَّهِ)
٥_ځانمني ظلم دى او ځانمني له الهي لارښوونې ډېر لرې وي (إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ)
وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (۵۱). الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ مِن قَبْلِهِ هُم بِهِ يُؤْمِنُونَ (۵۲) = او په ر ښتيا موږ هغوى ته پرله پسې (د قرآن) خبرې راوړې، ښايي پند واخلي. هغو کسانو ته چې موږ له قرآنه مخكې (اسماني) كتاب وركړى و، هغو پر دې [=قرآن] هم ايمان راوړي.
ټکي:
* د ((وصلنا)) کلمه له ((وصل)) څخه اخستل شوې، چې د تړلو او نښلولو مانا ورکوي، چې له دې تړلو مراد يا د يادونو پرله پسې يادونې او يا يې سمون او همغږي ده.
* د انسانانو لارښوونه، الهي قانون دى، چې يوه شېبه هم نه پرې کېږي (إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى [61])، چې په الهي آيتونو، انبياوو، اوصياوو او ديني علماوو ښیون – هدایت غځېږي؛ (وَصَّلْنَا لَهُمُ) او که د کومې سيمې اوسېدوونکيو دې الهي ښيون ته لاسرسى نه درلود؛ نو يوه ډله دې له هغه ځايه مهاجرت وکړي، دين دې زده کړي او خلکو ته دې يې وښيي. [62]
پېغامونه:
١_د روزنې لپاره، يادونې دې سوکه سوکه، پرله پسې او ډول ډول وي. (وَصَّلْنَا) (هو! له يوې يادونې سره د چا سمونې ته سترگې پر لار مه وسه.)
٢_ټول الهي آيتونه په يو بل پسې دي او سره اړخ لگوي (وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ)
٣_ټول الهي آيتونه، اسماني کتابونه او ديني مشران يو لورى او يوه موخه لري (وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ).
٤_انسان هېروونکى دى او يادونې ته اړمن دى (يتذکرون).
٥_واقعي کتابيان هغوى دي، چې د اسلام په ليدو ايمان پرې راوړي. (الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ….. بِهِ يُؤْمِنُونَ)
وَإِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ قَالُوا آمَنَّا بِهِ إِنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّنَا إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلِهِ مُسْلِمِين (۵۳) = او چې کله (قرآن) ورلوستل كېږي، وايي: ((موږ پرې ايمان راووړ؛ [ځکه] چې دا حق (او) زموږ د پالونكي له لوري دى؛ په حقيقت کې موږ تردې لا ړومبی (هم) مسلمانان وو.))
أُوْلَئِكَ يُؤْتَوْنَ أَجْرَهُم مَّرَّتَيْنِ بِمَا صَبَرُوا وَيَدْرَؤُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (۵۴)= دا هغه كسان دي، چې دوه ځل اجر وركول كېږي؛ ځكه: صبر يې كړى، په نېكيو د بديو مخه نيسي او زموږ له وركړې روزۍ لګښت وركوي.
پېغامونه:
١_ حق غوښتونکي يوازې په حق پسې دي او نه گوري، چې حق خبره چا، په کومې ژبې او له کوم توکم نه کړې ده. (إِذَا يُتْلَى… قَالُوا آمَنَّا) (“يتلى” په مجهوله بڼه راغلی؛ يعنې ويوونکى مطرح نه دى)
٢_که روح پاک وي؛ نو په حق اورېدو ايمان راوړي. (يُتْلَى… آمَنَّا)
٣_هغه ايمان ارزښت لري، چې د معرفت او پېژندنې له مخې وي (آمَنَّا بِهِ إِنَّهُ الْحَقُّ)
٤_د الهي پېرزوینو لاس ته راوړو لپاره د هر چا شرايط سره توپير لري (يُؤْتَوْنَ أَجْرَهُم مَّرَّتَيْنِ بِمَا صَبَرُوا)
٥_څوک چې حق مني؛ نو سينه دې ډول ډول ستونزو او نيوکو ته پراخه کړي (قَالُوا آمَنَّا…. يُؤْتَوْنَ أَجْرَهُم… بِمَا صَبَرُوا)
٦_د نورو له بديو تېرېدل او ورته نفقه ورکول هله ارزښت لري، چې دا چارې د انسان روږد او خوی شي (يَدْرَؤُونَ – يُنفِقُونَ) (مضارع فعل د دوام، تلتیا او استمرار نښه ده. هغه مؤمنان ستايل شوي، چې خواري کښ او بښاند وي.)
٧_که پوه شو چې رزق د الله تعالی له لوري دى؛ نو انفاق به هم راته ډېر اسان شي. (مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ)
٨_ انفاق يوازې په مال کې نه وي؛ بلکې په پوهه، ځواک او پت کې هم انفاق پکار دى (مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ)
وَإِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ وَقَالُوا لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ (۵۵) = او چې کله چټي خبره اوري؛ نو مخ ترې اړوي او وايي: ((زموږ كړنې زموږ دي او ستاسې كړنې ستاسې دي. پر تاسې دې سلام وي (د وداع سلام) له ناپوهانو سره مو څه کار.))
ټکي:
*په تېر آيت کې الله تعالی هغوی ته د دوه ګرايه ثواب ژمنه کړې، چې د هغه په لار کې صبر وکړي، بدي په ښو ځواب کړي اود الله تعالی په لار کې خپل مال وبښي، دا آيت د صبر او ښه ځواب يوې بېلگې ته اشاره کوي.
* ((لغو))؛ يعنې چټياټ، چې هم په خبره او هم په عمل کې رابرسېرېداى شى او مؤمنانو ته سپارښتنه شوې، چې ځان ترې وساتئ، چې د جنت يوه ځانگړنه هم داده، چې لغو او چټيات به پکې نه وي (لَا لَغْوٌ فِيهَا وَلَا تَأْثِيمٌ [63])
* ((مُدارا)) د ځواک له دريځه راکوزېدل دي. مثال يې د هغه پلار دی، چې د خپل ماشوم لاس يې په لاس کې نيولى وي، تېز تلى شي؛ خو رو رو روان وي؛ خو ((مداهنه))) د کمزورۍ له دريځه راکوزېدل دي او مثال يې د ډېرو هېوادونو د مشرانو دی، چې د مړانې نه درلودو له لامله ځان سترو قدرتونو ته سپاري. الهي انبياء او اولياء له خلکو سره نرمي او ښه چلن کوي؛ خو د کفر په مقابل کې له خپل غوڅ دريځه نه راکوزېږي.
پېغامونه:
١_واقعي مؤمن هغه دى، چې نه يوازې د لغو او چټياتو غونډې ته نه ځي؛ بلکې ان غوږ هم ورته نه ږدي او که چټي خبره یې هم واورېده؛ نو غبرگون ښيي (وَإِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ).
٢_د صبر يوه بېلگه چټياتو ته پام نه کول او پرې نيوکه ده (صَبَرُوا – أَعْرَضُوا عَنْهُ).
٣_په ويلو، اورېدو، ليدو او معاشرت کې لغو ته شا کول، هغه کمال دى، چې ټولو ادیانو ستايلى دى. (سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ) (پورتنى آيت د کتابيانو د يوې ډلې په اړه راغلى دى)
٤_ له بديو د منع يوه عمومي اوساده لار، له بدیو مخ اړونه ده (سَمِعُوا…. أَعْرَضُوا عَنْهُ) (او د بېځايه او چټي خبرې ځواب پر بېځايه او چټپ خبره مه ورکوئ).
٥_انسان د هغه څه په مقابل کې مسول دى، چې اوري يې (سَمِعُوا…. أَعْرَضُوا)
٦_پرېکندتوب، د ټینګ ايمان نښه ده (لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ).
٧_ گټه او تاوان د هر چا خپل دى (لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ)
٨_ مخ اړونه دې له مينې سره وي (أَعْرَضُوا…. سَلَامٌ عَلَيْكُمْ)
٩_پر چټي خلکو پټکې وکړئ او خبردارى هم ورکړئ (أَعْرَضُوا… لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ).
١٠_چټياټ د ناپوهۍ مېوه ده او بېځايه ويوونکى ناپوهه دى (لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ)
إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ (۵۶)= په حقيقت کې ستا، چې چاته خوښه وي (؛ نو په زوره) سمه لار ورښوولای نشې؛ خو د الله، چې چاته خوښه شي، سمه لار ورښيي او ستا پالونكى هغوی (هم) ښه پېژني، چې د ښیون وړتیا لري.
ټکي:
ددې آيت مضمون پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ته ډاډ ورکول دي، چې په دې آيت او نورو آيتونو کې په ډول ډول بيانونو او تعبيرونو راغلي؛ لکه: ((وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ [64]= پېغمبره! څومره یې چې ښیون ته هلې ځلې وکړې؛ نو بيا به هم ډېرى خلک ايمان رانه وړي او په بل ځای کې وايي: ((لَيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ [65]= د خلکو سمه لار منل ستا پر غاړه نه دي او الله، چې چاته وغواړي، سمه لار ورښيي.))
په درالمنثور تفسير (پینځم ټوک) کې يو روايت راغلى: ((د حضرت علي د پلار ابوطالب د ځلکدن پر مهال، د الله رسول ورغى او ترې يې وغوښتل، چې ايمان راوړه؛ خو ورسره يې ونه منله، چې بيا دا آيت نازل شو!! خير موږ به دې خبرې ته اشاره نه کوو، چې ددې آيت شان نزول څه دى او آيا په ابوطالب پورې اړه لري که نه؛ خو په دې روايت به څه رڼاواچوو.
ارواښاد اميني په ((الغدير)) کتاب اتم ټوک کې تر ١٩مخ روسته ټول دا روايتونه رد کړي او هغه يې د تاريخى سرچينې په رڼا کې څېړلي او ګروهن دى، چې دا بې بنسټه روايتونه دي او ګروهن دى، چې ددې روايتونو ټول راويان يا د ابوطالب د مړينې پر مهال واړه ماشومان وو او يا خو د حضرت ابوهريره (رض) په څېر کسان وو، چې اسلام يې لا نه و راوړى.
او همداراز اميني له ٣٣٠ مخ نه ٤١٠ مخ پورې د ابوطالب پر ايمان رڼا اچولې او د هغه د ايمان لپاره يې د ابوطالب سل گونه شعرونه، یادیزې او د اهلبيتو د خولې ډېر روايتونه راوړي، چې ابوطالب پر رسول الله ايمان درلود، چې ځينې دليلونه يې دادى:
١_پر ايمان يې د پېغمبر اکرم او امامانو خبرې.
٢_د ابوطالب پر مړينه د الله د رسول خپگان.
٣_پر منبر ابوطالب ته د پېغمبر اکرم دعا او پېغمبر يې جنازه وکړه.
٤_پېغمبر اکرم وايي: زه به د قيامت پر ورځ د خپلو والدينو او ابوطالب شفيع يم.
٥_ابوطالب ټولو بني هاشمو ته وصيت کړى و، چې د محمد ملاتړي شئ.
٦_ابوطالب خپلې کورودانې او زوى جعفر ته سپارښتنه کړې وه، چې اسلام او لمونځ ته مو پام وسه.
٧_ ابوطالب د پېغمبراکرم پر ځاى خپل زوى په بستره کې ويده کاوه.
٨_ له ابوطالب سره د فاطمه بنت اسد ژوند، چې د هغې پر ايمان هېڅ څوک شک نه لري؛ نو که ابوطالب مسلمان نه وي؛ نو څنگه يې مسلمانه ښځه درلوده.
٩_ابوطالب په خپلو ډېری شعرونوکې خپل ايمان ښکاره کړى دى.
پېغامونه:
١_د الهي پېغمبرانو دنده يوازې خلکو ته د اسلام او الهي پېغامونو رسول ول، دا چې خلکو ايمان نه راووړ؛ نو دې چار په پېغمبرانو پورې هېڅ اړه نه درلوده (إِنَّكَ لَا تَهْدِي)
٢_د پېغمبرانو، پر بېلاريو زړه سوځېده اود دوى سمې لارښونې ته يې تلوسه او بيړه درلوده (مَنْ أَحْبَبْتَ)
٣_ ښيون – هدایت يوازې د الله تعالی کار دى، چې يوازې پاک او چمتو زړونو ته يې کوي. (وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي)
٤_د الله تعالی غوښتنه، د حکمت او پوهې پر بنسټ ده (يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ)
وَقَالُوا إِن نَّتَّبِعِ الْهُدَى مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ أَرْضِنَا أَوَلَمْ نُمَكِّن لَّهُمْ حَرَمًا آمِنًا يُجْبَى إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلِّ شَيْءٍ رِزْقًا مِن لَّدُنَّا وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ (۵۷) = او و یې ويل: ((كه موږ ستا د دين لارويان شول؛ نو له خپل هېواده کډوالېږو.)) ايا موږ د امن حرم وركړى نه دى، چې (له هر ښار او سيمې) زموږ له خوا د روزۍ په توګه هر راز محصولات ورته راچلېږي؟! خو ډېر يې نه پوهېږي.
ټکي:
*د مکې ځينو مشرکانو پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته وويل: که خبره درسره ومنو؛ نو ډېر ژر به له خپل وطنه وشړل شو او ژوند به مو خوار شي.
الله تعالی يې په درې ځوابونو پلمې رد کړې:
لومړى ځواب: په همدې آيت کې راغلی او هغه دا چې: هماغه الله تعالی چې مکه يې د امن او د خلکو د راتلو ځاى وگرځاوه او پراخه روزي یې پکې درکړه؛ نو بيا هم کړاى شي در يې کړي (آيت يو ډول ډاډ، تسلي او زېرى دى)
دويم ځواب: په راتلونکي آيت کې راغلی او هغه داچې: فرضاً که خپلو گټو او سوکالۍ ته ايمان نه راوړئ؛ نو د الله تعالی له پرغز- قهر سره به څه کوئ؟ (په دې ځواب کې وېرول دي)
درېیم ځواب د همدې سورت په ٦٠ آيت کې راغلى: مگر د دنيا مال څومره ارزښت لري، چې د هغه لپاره پر الله تعالی ايمان نه راوړئ؟ پوه شئ! څه چې له الله سره دي، غوره او تلپاتې دي؛ نو ستاسې ايمان نه راوړل، هېڅ مخونه او دليل نه لري.
پېغامونه:
١_دين يوازې ګروهه نه؛ بلکې عملي کړلار هم لري (نَّتَّبِعِ الْهُدَى مَعَكَ)
٢_دښمنان يوازې له حق او الهي لارې سره حساسيت نه لري؛ بلکې پر مشر هم نيوکه لري (إِن نَّتَّبِعِ الْهُدَى مَعَكَ).
٣_ايمان راوړل يوازې په پوهې پورې اړه نه لري؛ بلکې مړانې ته هم اړتيا لري (إِن نَّتَّبِعِ الْهُدَى مَعَكَ نُتَخَطَّفْ) (هو! ځينې د اسلام پر حقانيت ښه پوه دي؛ خو د خپلو گټو خوندي کېدو ته ترې سرغړونه کوي)
٤_انسان له خپل هېواد سره مينه لري (مِنْ أَرْضِنَا).
٥_د نعمتونو له لاسه ورکولو وېره د الله تعالی په يادولو لرې کړئ (أَوَلَمْ نُمَكِّن لَّهُمْ حَرَمًا آمِنًا) (هو! د نعمتونو يادول هم د توکل لامل دى)
٦_ ټولنيز امنیت، د وټیزې – اقتصادي ودې بنسټ دى (آمِنًا يُجْبَى إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ)
٧_امنیت او رزق د الهي حرم (مکې) دوه ضمانت شوي نعمتونه دي (آمِنًا يُجْبَى إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلِّ شَيْءٍ)
٨_پر هوساينې او سوکالۍ د ايمان غورواى، ډېری خلکو ته پټ دى (وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ)
وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَن مِّن بَعْدِهِمْ إِلَّا قَلِيلًا وَكُنَّا نَحْنُ الْوَارِثِينَ (۵۸)= او له کلیو مو څومره هغه ترې هلاك كړل (چې ډېرې سوکالۍ) په خپل ژوند کې مست او مغرور کړي وو! دا يې (نړېدلې) مينې دي، چې تر دوی روسته ایله څه لږه هستوګنه پکې شوې ده او همدا موږ يې پاتوړي يو.
ټکي:
* د ((بَطِر)) کلمه د ډېر مال او شتمنۍ له لامله مستۍ او سرغړاندۍ ته وايي.
* په تېر آيت کې مو ويل: ځينو د الله رسول ته وويل: که ايمان درباندې راوړو؛ نو د مکې کفار به مو وشړي او الله تعالی ورته وويل: هماغه الله چې مکه يې د رزق او امنيت ځاى وگرځاوه؛ نو ستاسې تر ايمان راوړو روسته به هم همداسې نعمتونه درکړي. الله تعالی په دې آیت کې وايي: هېر نه کړئ چې موږ ډېری ښارونه چې له نعمتونو مست او په سوکالۍ کې ډوب وو، له منځه وړي، تاسې هم چې د خپلې سوکالۍ او مال ساتنې لپاره ایمان نه راوړئ؛ نو له الهي عذاب سره څه کوئ؟
* له « فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ» منظور د یمن و شام ترمنځ د احقاف سیمه ده، چې د عاد قوم کنډواله ده یا په سدوم سیمې کې د ثمود د قوم کنډواله ده چې حجازیان به یې په سوداګریزو سفرونو کې له څنګه تېرېدل او په خپلو سترګو یې لیدل.
پېغامونه:
۱- کله شتمني او سوکالي نه یوازې د نېکمرغۍ لامل نه دی، بلکې د غرور، سرغړونې او هلاکت سبب دی. (كَمْ أَهْلَكْنَا… بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا)
۲- د وګړیو او ټولنو برخلیک، د دوی په خپلو کړنو کې ورنغښتی دی. (كَمْ أَهْلَكْنَا… بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا)
۳- الهي قانون (سنت)، د بې ایمانه سوکالو هلاکت دی. (أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ بَطِرَتْ)
٤_د تېرو مدنيتونو راپاتې او ويجاړې نښانې، روستيو ځوځاتونو ته ښه عبرت دى (فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ) چې د روزنې يوه کړلار د داسې ځايونو کتل دي.
٥_شتمن به خپله شتمني پرېږدي او ولاړ به شي؛ نوځکه دې ابدي لارښوونه او نېکمرغي، له ژرتېرې او فاني دنيا سره معامله نه کړو (نَحْنُ الْوَارِثِينَ)
وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى حَتَّى يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا وَمَا كُنَّا مُهْلِكِي الْقُرَى إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَالِمُونَ (۵۹) = او ستا پالونكى [هېڅكله] ترهغه د ښارونو او اباديو ويجاړوونكى نه و، چې په مركز کې یې يو استازى راپاڅوي، چې زموږ آيتونه ورولولي [او ورپسې ولاړ شي] او موږ يوازې د هغو ښارونو او ابادیو ړنګوونکي یو، چې وسېدونكي يې ظالمان (او مشرک) وي.
پېغامونه:
١_د الهي انبياوو يوه مهمه دنده، خلکو ته د الهي آيتونو ويل دي. (يَتْلُو عَلَيْهِمْ)
٢_مکه د اسلام ام القرى ده (يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا).
٣_ ظالمې ټولنې تل د الهي عذاب په درشل کې دي. رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى….).
٤_چې اتمام حجت نه وي شوى؛ نو الله تعالی پر چا عذاب نه راوړي (مَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى حَتَّى يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا)
٥_الهي عذاب د خلکو د روزنې لپاره يوه لار ده (هلاکت په ((ربک)) پسې راغلى دى)
٦_تبليغي مراکز دې د خلکو او ښار په منځ کې وي (حَتَّى يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا) (آيت په تبليغ کې د ځاى د ونډې ښودونکى دى)
٦_د الهي انبياوو بلنې ته مثبت ځواب نه ورکول ظلم دى (يَتْلُو عَلَيْهِمْ….. وَأَهْلُهَا ظَالِمُونَ)
٨ _په دنياکې د ظالمانو هلاکول، الهي قانون دى (مُهْلِكَ الْقُرَى… وَأَهْلُهَا ظَالِمُونَ)
وَمَا أُوتِيتُم مِّن شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَزِينَتُهَا وَمَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى أَفَلَا تَعْقِلُونَ (۶۰)= او څه چې دركړشوي، د دنيوي ژوند (ژرتېرې) وزله او ګاڼه یې ده او څه چې له الله سره دي، غوره او پایېدونکي دي؛ ولې اندنه نه کوئ؟!
ټکي:
په رښتینه کې دا درېیم ځواب دى، چې الله تعالی يې د مکې پلمګرو ته ورکوي (چې که ايمان راوړو؛ نو ژوند به مو له ګواښ سره مخ شي) او هغه څه خورا ناڅيزه دي، چې د ايمان نه راوړو له لارې يې لاس ته راوړئ، خو څه چې له الله تعالی سره دي، تلپاتې او غوره دي.
پېغامونه:
١_خپل مال او شتمني د خپل کوښښ پايله مه گڼئ؛ بلکې هر څه د الله تعالی له اړخ دي (مَا أُوتِيتُم)
٢_د دنيا نعمتونه محدود دي (مِّن شَيْءٍ)؛ خو الهي نعمتونه له محدوديت او تصوره بهر دي (مَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى).
٣_که د ايمان له لامله مو دنيا له لاسه ووته؛ نو تلپاتې او ناپايه نعمتونه به مو لاس ته راوړي وي (مَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى).
٤_څوک چې ژرتېرې نعمتونه پر تلپاتيو نعمتونو پلوري؛ نو هوښيار نه دى (أَفَلَا تَعْقِلُونَ).
په قرآني سترگو دنيا ته کتنه
په قرآن شريف کې دنيا او دنیوي ژوند په بېلابېلو تعبيرونو راغلی او انسان ته ويل شوي، چې تېر مو نه باسي.
دنيا لنډمهاله ده. (عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا [66]).
دنيا لوبوزله ده (وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَعِبٌ وَلَهْوٌ [67])
دنيا لږه او ناڅيزه ده (فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ [68])
دنیوي ژوند، کافرانو ته یو څرک لري. (زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا[69])
دنيا انسان مغرور او اغفالوي (وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ [70])
مال او اولاد د دنيا ښکلا ده (الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا [71])
دنيا هغه غونچه ده، چې چاته گل شوې نه ده (زَهْرَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا [72])
ولې آخرت پر دنيا پلورئ؟ (شْتَرَوُا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ [73])
ولې مو په دې فاني، ژرتېرې او کوشنۍ دنيا زړه څوشحاله کړى دى؟ (أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا[74])
ولې مو په دې وړې او ژرتېرې دنيا زړه خوشحاله کړى دى (وَفَرِحُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا [75])
ولې مو دنيا ته پر آخرت غوراوی ورکړی دی (يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ [76])
ولې ديناوالو ته خړ خړ گورئ (لَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ [77])
ولې يوازې د دنياپه هکله فکر کوئ (لَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ)[78]
آيا دنيا پال خبر نه دي، چې ځاى يې په دوزخ کې دى (وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَى ([79])
البته دا خبردارۍ د دنيا پالو کابوکولو ته دی او په دې آيتونو کې پر څه چې نيوکې شوي، دنيا پالنه، آخرت پلورنه، غافلېدل، مستېدل او د بېوزليو حق نه ورکول دي؛ خو که انسانان د عدل او انصاف په چوکاټ کې په دنيا پسې ولاړ شي او د دنيا او آخرت له نورو کمالاتو غافل نشي او د بېوزليو حق ادا کړي او د دنيا په گټو او لګولو کې ظلم و نه کړي؛ نو دا ډول مال او دنيا الهي لورنه ده.
أَفَمَن وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَن مَّتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ (۶۱) = نو ايا هغه چې غوره ژمنه مو وركړې او موندونکی یې وي، د هغه چا په څېر دى، چې موږ د دنيوي ژوند وزلې وركړي، بيا د قيامت پر ورځ (د حساب او سزا لپاره) حاضرېږي؟!
ټکي:
* دا آيت د مخکني آيت په څېر د هغوى په اړه دى، چې د دنيا او مادياتو لپاره کافران پاتېږي.
* په دې آيت کې چې کومه ژمنه له ايمانوالو او نېکچاریو سره شوې، هماغه ژمنه ده، چې د قرآن په بېلابېلو آيتونو کې شوې؛ لکه: ((وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ = الله صالحو مؤمنانو ته د بښنې او ستر اجر ژمنه ورکړې ده [80]))
* هغه مهال د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم مخالفان شتمن وګړي ول.
پېغامونه:
١_الهي ژمنې او اخروي بدلې هم سترې دي او هم ښه. (وَعْدًا حَسَنًا) (د “وعداً” کلیمه، چې له تنوين سره راغلې، او د ښه توب نښه ده د چار ستروالي او عظمت ته اشاره ده.)
٢_الهي ژمنې هرومرو ترسره کېدونکي دي (وَعَدْنَاهُ….. فَهُوَ لَاقِيهِ).
٣_د پرتلنې کړدود د تبليغ او ښه پوهونې لپاره غوره لار ده (أَفَمَن وَعَدْنَاهُ…. كَمَن مَّتَّعْنَاهُ) (له هغوى سره، چې الهي ژمې کېږي، له نورو سره پرتلنوړ نه دي.
٤_د دنيا له شتمنۍ گټنه هم د الله تعالی په لاس کې ده. (مَّتَّعْنَاهُ)
٥_په دنيا کې هوسايي، په آخرت کې د هوسايۍ پر مانا نه ده (مَّتَّعْنَاهُ… مِنَ الْمُحْضَرِينَ)
۶- دنیوي برخمني، حساب و کتاب لري (مَّتَّعْنَاهُ… مِنَ الْمُحْضَرِينَ)
حضرت علي وايي: « فی حلالها حساب و فی حرامها عقاب = د دنيا په حلالو کې حساب او په حرامو کې يې عذاب دى[81]. »
٦_هغه خوند څه گټه لري، چې پايله يې اور وي؟ (مِنَ الْمُحْضَرِينَ).
وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ(۶۲) = او هغه ورځ (درياده كړه) چې (الله) به ورغږ كړي؛ نو وايي: ((هغه شريكان مې چېرې دي، چې (زما د سيالانو) ګومان مو (پرې) کاوه؟!))
قَالَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هَؤُلَاء الَّذِينَ أَغْوَيْنَا أَغْوَيْنَاهُمْ كَمَا غَوَيْنَا تَبَرَّأْنَا إِلَيْكَ مَا كَانُوا إِيَّانَا يَعْبُدُونَ(۶۳)= (له معبودانو) پر يوې ډلې، چې (د الله د عذاب) حكم کره شوى، وايي: ((پالونكيه! دوى [=عابدين] هغه کسان دي، چې موږ بېلارې کړي ول؛ هماغسې مو بېلارې کړي ول، چې موږ خپله بېلارې شوي وو، اوس ستا په درشل کې خپله کرکه او ناژمني ترې اعلانوو (ځکه په رښتینه کې دوی) موږ نه لمانځلو (بلکې خپلې ځاني غوښتنې يې لمانځلې).))
وَقِيلَ ادْعُوا شُرَكَاءكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ وَرَأَوُا الْعَذَابَ لَوْ أَنَّهُمْ كَانُوا يَهْتَدُونَ (۶۴) او مشرکانو ته ويل كېږي: ((خپل شریکان مو دروبلئ، (چې مرسته درسره وكړي)!)) نو دوى به یې راوبلي؛ خو ځواب به ور نه کړي او (په دې وخت كې) به عذاب (پخپلو سترګو) وويني (او ارمان به وکړي، چې) كاشكې سمه لار يې موندلې واى
ټکي:
د قيامت پر ورځ ډول ډول او هېښنده پېښې راپېښېږي، چې په دې آيت کې یې ځينو ته اشاره شوې، چې يو يې له مشرکانو رټونکې پوښتنې ګروېګنې دي. بله پېښه له معبودانو د کرکې او بېزارۍ څرګندول دي؛ له هغوى کسانو چې د دوى عبادت يې کاوه. درېیمه پېښه: شيطان بېلارې رټي او ورته وايي: ما مه ملامتوئ؛ بلکې خپل ځان ملامته کړئ[82]. « فَلَا تَلُومُونِي وَلُومُوا أَنْفُسَكُمْ »
د قيامت پر ورځ به هر څوک خپله گناه او پړه پر نورو وراچوي؛ خو له مقابل لوري داسې ځواب اوري: ((بَلْ كُنْتُمْ قَوْمًا طَاغِينَ [83] = خپله پړه پر موږ مه رااچوئ؛ بلکې تاسې په خپله سرغړوونکي وئ.))
* ځينې معبودان؛ بلکه حضرت عيسى او پرښتې ګرمې نه دي؛ خو شيطانان، طاغوتان او هغه عالمان گرم دي، چې په دين کې يې بدعتونه او اړونې راوړي او په اړه یې د الله تعالی عذاب هرومرو دى.
پېغامونه:
١_قيامت مه هېروئ (وَيَوْمَ…)
٢_د قيامت ورځې محکمه/نیاوتون ښکاره او حضوري دی (أَيْنَ شُرَكَائِيَ)
٣_داسې کار کول نه دي په کار، چې د قيامت پر ورځ يې ځواب نه شو ورکولاى (أَيْنَ شُرَكَائِيَ).
٤_بې له الله تعالی پر بل هر چا ډډه او توکل، وهم او خيال دى (تَزْعُمُونَ)
٥_د دنيا قدرمن او گران معبودان، د آخرت بې قدره او خوران دي (حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ)
٦_څوک چې د الله پر ځاى پر هر چا غږ وکړي؛ نو الهي عذاب ورته هرومرو دى. (حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ).
٧_بې له الله تعالی د بل چا عبادت دوکه ده (أَغْوَيْنَا).
٨_غوليدلي، د نورو د غولولو په فکر کې هم وي (أَغْوَيْنَا أَغْوَيْنَاهُمْ كَمَا غَوَيْنَا)
٩_انسانان د خپلو لارو په ټاکنه کې ازاد دي او کړاى شي کږلاري وټاکي (غَوَيْنَا)
١٠_ له الله تعالی پرته معبودان به يوه ورځ له خپلو عابدانو کرکجن شي. (تَبَرَّأْنَا)
١١_ د شرک حقيقت، د ځاني غوښتنو نمانځه ده (مَا كَانُوا إِيَّانَا يَعْبُدُونَ)
١٢_دروغجن معبودان به مو د کار او سختۍ پر مهال په کار رانشي (فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا).
١٣_قيامت د حسرت ورځ ده (لَوْ أَنَّهُمْ كَانُوا يَهْتَدُونَ).
وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ مَاذَا أَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِينَ (۶۵) = او هغه ورځ (درياده كړه) چې (الله) ورغږ كړي؛ نو وايي: (((زما) استازيو ته مو څه ځواب وركړ؟))
فَعَمِيَتْ عَلَيْهِمُ الْأَنبَاء يَوْمَئِذٍ فَهُمْ لَا يَتَسَاءلُونَ. (۶۶) = نو پر دې ورځ به خبرې ترې ورکې شي ان يو بل پوښتلاى نشي.
فَأَمَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَعَسَى أَن يَكُونَ مِنَ الْمُفْلِحِينَ (۶۷) = نو څوك چې توبه وكاږي او ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي؛ نو هيله ده، چې له ژغورليو ځنې وي.
ټکي:
په تېرو آيتونو کې د توحيد په اړه پوښتنه وشوه (أَيْنَ شُرَكَائِيَ- ادْعُوا شُرَكَاءَكُمْ) او په دې آيتونو کې نبوت ته اشاره شوې ده (مَاذَا أَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِينَ)
پېغامونه:
١_ټول د پېغمبرانو د بلنې پر وړاندې پازوال يو. (مَاذَا أَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِينَ)
٢_د قيامت پر ورځ د خبر اخستو لارې بندېږي او ټول به هک اریان پاتې وي (فَعَمِيَتْ عَلَيْهِمُ الْأَنْبَاءُ)
٣_د قيامت پر ورځ د پوښتنو پر مهال خلک نشي کړاى، يو له بل سره سلامشوره او هم اندي وکړي او الهي نیاوتون – محکمې ته ځواب ورکړي. (فَهُمْ لَا يَتَسَاءَلُونَ)
٤_اسلام پر چا لار نه ده تړلې، د راستنېدو او توبې لار ټولو ته پرانستې ده. (مَنْ تَابَ)
٥_توبه يوازې د زړه پښېماني نه؛ بلکې واقعي ايمان او نېکچاري هم غواړي. (تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا)
۶- هیچا ته له ټولو شرایطو سره د توبې توفیق، قبلېدل او غځېدا یې تضمین شوې نه ده؛ نوځکه انسان تل باید د خوف (ډار) او رجا (هیلې) په حال کې وي (فَعَسَى) د هیلې پر مانا ده؛ یعنې په توبې، ایمان او ښو کړنو، د ژغورنې هیله شته.
وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ (۶۸) = او ستا پالونكى، چې څه وغواړي، پيدا كوي يې او غوره كوي يې او دوى (د الله په مقابل کې) څه واک نلري، الله له هغه څه ډېر پاک او لوړ دی، چې دوى يې (ورسره) شريكوي.
وَرَبُّكَ يَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ (۶۹) = او ستا پالونكى په هغه څه خبر دی چې د دوی سينې یې پټوي او په هغه څه هم چې څرګندوي يې.
وَهُوَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْحَمْدُ فِي الْأُولَى وَالْآخِرَةِ وَلَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (۷۰) = او دی هغه الله دى، چې بې له ده بل معبود نشته، په دنيا (پیل) او اخرت (پای) كې ټولې ستاېنې يوازې د ده دي؛ واکمني یې (هم) ده، او لوري ته یې ورستنېږئ.
پېغامونه:
١_مطلق ځواک يوازې د الله تعالی دى (يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَيَخْتَارُ).
٢_تکوين (طبعيت او هستي) او تشريع (د ژوند قانون) د الله تعالی په لاس کې دي او د خلکو په لاس کې نه دي. (وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ)
٣_د اسماني مشر ټاکل، د الله تعالی له لوري دي؛ نه د خلکوله لوري (وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ)
٤_يوازې د هستۍ پنځګر د قانون ايښوونې حق لري (يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ…. له الحکم)
٥_هغوى چې د الله تعالی د قانون پر وړاندې ځمکني قانون ته غاړه ږدي، په حقيقت کې د الله تعالی لپاره پر شريک قايل دي (مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ)
٦_بې له الله تعالی بل معبود نشته؛ نو ستاينه هم يوازې هغه ته ده. (لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْحَمْدُ)
٧_پيدا کول او ټاکل د الله تعالی کار دى او هغه هېڅکله باطل او هسې په هسې کار نه کوي (سُبْحَانَ اللَّهِ)
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِضِيَاء أَفَلَا تَسْمَعُونَ (۷۱) = ووايه: ((څه ګڼئ كه الله شپه تر قيامته دراوږده كړي(نو) بې له الله کوم معبود شته چې رڼا درته راولي؟! نو ايا (حقايق) نه اورئ؟!))
ټکي:
* د ((سرمد)) کلمه د تل، همېشني او دایم مانا ورکوي.
د ((أَفَلَا تَسْمَعُونَ)) غونډله – جمله د آيت له منځپانگې سره، چې د شپې په باب ده، سمون خوري؛ ځکه په شپه کې د انسان د اورېدو ځواک هماغسې پر خپل ځاى وي. د شپې که د انسان سترگې څه نه ویني؛ خو په غوږونو اورېداى شي؛ لکه چې راتلونکى آيت د ورځ په باب دى، چې د ” أَفَلَا تُبْصِرُونَ ” غونډله پکې راغلې ده.
* د نعمتونو په زوال او بدلون کې اندنه، د الله تعالی د پېژندگلو يوه لار ده، چې پرله پسې د شپې او ورځې راتگ يو ستر نعمت او د الله تعالی آيتونه دي.
پېغامونه:
١_ له مخالفينو سره د استدلال کړدود دې له الله تعالی زده شي (قُلْ أَرَأَيْتُمْ)
٢_د الله پېژندنې غوره نښې هغه دي، چې هر چاته، په هر ځاى او وخت کې د لاسرسۍ وړ وي (قُلْ أَرَأَيْتُمْ).
٣_د راويښوونکيو پوښتنو نوموتول د قرآني روزنې يوه لار ده (إِن جَعَلَ اللَّهُ….)
٤_د ځمکې حرکت او د شپې او ورځې راتگ، ټول د الهي ارادې له مخې دي (جَعَلَ ….. اللَّيْلَ سَرْمَدًا)
٥_طبيعت، ډېره ښکلې تابلو او د الهي معرفت (الله پېژندنې) کتاب دى (الليل – ضياء)
٦_په ګروهو کې تقليد او په پټو سترګو لاروي په کار نه ده (أَرَأَيْتُمْ – أَفَلَا تَسْمَعُونَ)
٧_په تبليغ کې، د مخاطبينو له وجدانه گټه واخلئ. (أَرَأَيْتُمْ … مَنْ إِلَهٌ …. أَفَلَا تَسْمَعُونَ)
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِلَيْلٍ تَسْكُنُونَ فِيهِ أَفَلَا تُبْصِرُونَ (۷۲) = ووايه: ((څه انګېرئ كه الله، ورځ تر قيامته درباندې اوږده كړي(نو) ايا بې له الله کوم معبود شته چې شپه درته راولي، چې پكې آرام وكړئ؟ نو ايا (حقايق) نه وينئ؟!))
پېغامونه:
١_ پر هستۍ واکمن نظام د الله تعالی له لوري دى او که وغواړي؛ نو بدلولاى يي شي. (إِن جَعَلَ اللَّهُ….)
٢_ الله تعالی پر ټولو مخلوقاتو یو رنګ ځواک لري (جَعَلَ …. اللَّيْلَ سَرْمَدًا، جَعَلَ … النَّهَارَ سَرْمَدًا)
٣_شپه د ارام لپاره ده او انسان ارامۍ ته اړتيا لري (تَسْكُنُونَ فِيهِ)
٤_بې بصيرته انسانان، رټنوړ دي (أَفَلَا تُبْصِرُونَ)
٥_شرک، د بصيرت نه درلودو پايله ده. (مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ …. أَفَلَا تُبْصِرُونَ)
وَمِن رَّحْمَتِهِ جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (۷۳)= او له لورنې یې [داده چې] شپه و ورځ یې درپيدا كړي، چې (په شپه كې) هوساېنه وكړئ او(په ورځ كې) روزي ولټوئ او ښايي (د نعمت) شكر يې پرځاى كړئ.
ټکي:
د قرآن په آيتونو کې شپه پر ورځې ړومبۍ راغلې ده او کېداى شي ددې له لامله وي، چې شپه له ځانه تیاره ده؛ خو د ورځې رڼا له لمره ده چې پر ځمکه لګي.
پېغامونه:
١_پنځون او د نعمتونو ورکړه، د هغه د اړتيا او يا زموږ د غوښتنې له لامله نه؛ بلکې د هغه لورنه او رحمانيت دی (وَمِن رَّحْمَتِهِ جَعَلَ)
٢_د شپې ارام، د ورځې د کوښښ سريزه ده (لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا)
٣_الله تعالی بښاند دى؛ خو انسان دې هم خپل کوښښ وکړي (مِن رَّحْمَتِهِ جَعَلَ… لِتَبْتَغُوا)
٤_شپه د ارام او ورځ د کار او کوښښ لپاره ده. (لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ)
٥_څه مو چې په لاس کې دي، د هغه فضل دى، پر خپلو مټو دومره مه نازېږئ. (مِن فَضْلِهِ)
٦_الهي توکیز نعمتونه دې د الله تعالی د شکر او د معنوياتو د لوړو مراتبو ترلاسه کولو لپاره سریزه وي. (لِتَسْكُنُوا… لِتَبْتَغُوا… لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ)
٧_که دنيا د ودې، د الله تعالی شکر او عبادت ته وزله وي؛ نو رټل شوې نه ده (لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ)
وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ (۷۴) = او هغه ورځ (درياد کړه) چې (الله) ورغږ كړي؛ نو وايي: ((زما هغه شريكان چېرې دي، چې (زما سيالان) مو انګېرل؟!))
ټکى:
دا آيت د همدې سورت د٦٢ آيت په څېر دى، چې تېر شو.
پېغامونه:
١_د قيامت پر ورځ د مشرکانو راغوښتل، د يادونې وړ ننداره ده. (وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ)
٢_هغوى چې الله تعالی ته پر شريک قايل دي؛ نو ځان دې د الله تعالی ځواب ورکولو ته چمتو کړي (أَيْنَ شُرَكَائِيَ).
٣_د قيامت ورځ، د مشرکانو د پښېمانۍ او د معبودانو د پوچتوب د جوتېدو ورځ ده. (أَيْنَ شُرَكَائِيَ).
٤_معبودان په نااغېزمنتوب او مشرکان په بې ځوابۍ کې سره يو شان دي (أَيْنَ شُرَكَائِيَ)
٥_ الله تعالی د قيامت ورځې د محکمې قاضي دى (أَيْنَ شُرَكَائِيَ).
٦_د قيامت پر ورځ بې له الله تعالی بل هېڅوک ځواک نه لري. (أَيْنَ شُرَكَائِيَ)
٧_الله تعالی شريک نه لري او څه چې ورسره شريک گڼل کېږي، وهم او خيال دى (كُنتُمْ تَزْعُمُونَ)
وَنَزَعْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا فَقُلْنَا هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ (۷۵) = او (پر هغه ورځ) له هر امته يو شاهد راوباسو؛ نو (مشركانو ته) وايو: [پر شرک] ((مو خپل دليل راوړئ!)) خو دوى به پوه شي، چې بېشکه (په الوهيت كې) حق يوازې د الله دى او له دوی به هغه څه تري تم شي، چې له ځانه یې په دروغو جوړول.
ټکي:
د قيامت تمځايونه ډېر دي، په يوه تمځي کې د انسان پر خوله ټاپه لګي او نور غړي يې شهادت ورکوي؛ (شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ [84]) په بل تمځي کې انسان کړاى شي خبرې وکړي(وَقِفُوهُمْ إِنَّهُمْ مَسْئُولُونَ [85]) په بل ځاى کې له انسان سره خبرې نه کېږي؛ (وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ [86])؛ خو په بل ځاى کې الله تعالی وايي: (هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ)
که څه ځينو احتمال ورکړى، چې ددې آيت مراد به دا وي، چې له هرې مشرکې ډلې به يو مشر د شاهد او وياند په نامه راباسي او پوښتنه به ترې وشي: د شرک دليل مو څه دى؛ خو هغه روايت، چې تر همدې آيت لاندې له امام باقر رحمة الله علیه نه روايت شوى[87]، مراد يې دادى، چې په هر وخت کې يو معصوم انسان (پېغمبر يا د پېغمبر وصي) چې د انسان پر کړ نو خبر وي، شته، چې د قيامت پر ورځ د خلکو د کړنو شاهد/ لووی شي.
پېغامونه:
١_د قيامت پر ورځ، ګواهان له خپلو امتونو راپورته کېږي (مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا)
٢_د قيامت ورځې محکمې ښکاره او حضوري وي. (شَهِيدًا فَقُلْنَا)
٣_ داسې ګروهې وټاکئ، چې بنسټ او دليل ولري؛ ځکه شرک برهان نه لري او په آخرت کې څوک د خپلو بېځايه ګروهو لپاره پلمه نشي راوړاى (هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ)
٤_مشرکان، منطق او برهان نه لري (هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ)
٥_حقيقت پټول يوازې په دنيا کې امکان لري؛ خو چې قيامت شو؛ نو هرڅه به رابرسېره شي. (فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ)
٦_مجرمان خو د قيامت پر ورځ د خپلو کړنو د انکار په فکر کې دي؛ خو ور به شي او خبر به شي او شاهدان به يې خولې ورټپې کړي. (شَهِيدًا…. فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ)
٧_د باطلو پوزه پر خاورو موږل کېږي او له منځه ځي (ضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ).
إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِن قَوْمِ مُوسَى فَبَغَى عَلَيْهِمْ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ (۷۶) = په رښتینه کې قارون د موسى له قومه و؛ خو پر دوی يې تېری وكړ او موږ دومره خزانې وركړې وې، چې كونجیانې يې (ايله) يوه ځواکمن ټولي په سختۍ وړاى شوې!(درياد كړه) چې قوم یې ورته وويل: (((په دنیا) مه ویاړه (ځكه) الله ویاړوونکي نه خوښوي!))
ټکي:
*په مجمع البيان تفسير کې راغلي: قارون د حضرت موسى د ترور (خاله) زوى او پوه انسان و او د تورات په ويلو کې بېسارى و، هغه په پيل کې د حضرت موسى له اويا کسيزو يارانو ځنې و او له حضرت موسى سره د طور غره ته دعا ته هم تللى و؛ خو چې له کله يې بې حسابه مال او شتمني لاس ته راوړه؛ نو له حضرت موسى سره يې پر مخالفت لاس پورې کړ او ځان يې د الله تعالی پر پرغز- قهر اخته کړ.
*حضرت موسى د خپلې مبارزې په بهير کې له درې فسادي چورلیځونو سره په مبارزه کې و: يو د زور او ځواک چورلیځ، چې فرعون يې مشر و، بل شتمنۍ او زر، چې قارون يې بېلگه وه او درېیم د چل او تزوير چورلیځ و، چې “سامري” يې مشري کوله، يا په بله وينا: حضرت موسى د “زر”، “زور” او “تزوير” له شوم مثلث سره لاس وگرېوان و.
پېغامونه:
١_ تاريخي بېلګې، راتلونکيوته عبرت دي (إِنَّ قَارُونَ…).
٢_ښه مخينه، پر ښه راتلونکې دليلېداى نشي او يا هم له نننيو کږلاريو سترگي پټېداى نشي (كَانَ مِن قَوْمِ مُوسَى).
٣_ يوازې د پېغمبر خپلوي د بريا او ژغورنې لامل نه دى (كَانَ مِن قَوْمِ مُوسَى).
٤_د بېلارې خپلوانو درلودل، نه ښايي د صالحو انسانانو مقام راټيت کړي. (إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِن قَوْمِ مُوسَى).
٥_بې حسابه شتمني د ځواک لامل او ځواک د تېري او عياشۍ لامل دى (الْكُنُوزِ – فَبَغَى عَلَيْهِمْ – لَا تَفْرَحْ).
٦_پام مو وسه چې شتمي مو مغروره نه کړي (لَا تَفْرَحْ).
٧_ شتمن “له بديو منع کول” ان بېوزليو ته هم په کار دي (قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ).
٨_مغرور انسانان له الهي محبته بې برخې وي. (إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ) (هو، ډېره شتمني الله ته د نږدېدونښه نه ده)
وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ (۷۷) = او (قارونه!) كومه شتمني، چې الله دركړې، پکې د آخرت كور وغواړه او له دنيا هم خپله برخه مه هېروه او لكه الله چې درسره ښېګڼه كړې ده، ته هم ښېګڼې كوه او هېڅكله پرځمكه د فساد په لټه كې مه وسه (ځکه) چې الله ورانکاري نه خوښوي.
ټکي:
په دې آيت کې څو روزنيزو لارښوونو ته اشاره شوې ده:
الف: دنيا ښه ده؛ خو آخرت هېرول نه دي په کار.
ب: له نورو سره ځکه احسان وکړئ، چې الله تعالی پر انسان پېرزوینه کړې ده.
ج: د ((الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ)) د آيت په پامنيوي له فساده لرېوالى پکار دى.
*حضرت علي د ((وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا)) د جملې په تفسير کې وويل: يعنې له خپلې روغتيا، ځواک، فراغت او ځوانۍ، آخرت ته گټه واخلئ[88].
پېغامونه:
١_دنيا د آخرت د کرنې ځاى دى (وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ) (قارون ته وويل شول: په مادي امکاناتو دې آخرت ودان کړه).
٢_ د شتمنو شتمني د الله تعالی ده. (آتَاكَ اللَّهُ).
٣_د آخرت فکر پکار دى؛ خو دنيا هم هېرول نه دي پکار (ابْتَغِ- لَا تَنسَ).
٤_ مال او شتمني کړاى شي، د آخرت د نېکمرغۍ لامل شي (وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ).
٥_ شتمنو ته نصيحت کول ښه چار دى (وَابْتَغِ ….).
٦_هر څوک دې په خپلې برخې بسياينه وکړي او پاتې نورې دې پر اخرت ولگوي (وَابْتَغِ …).
٧_په نصيحت کولو کې د انسان طبيعي اړتياوو ته پام هم په کار دى (وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ).
٨_بې حسابه شتمني نېکمرغي نه راوړي، د هر چا خپل نصيب وي (نَصِيبَكَ).
٩_که څوک خپل آخرت اباد غواړي؛ نو له نورو سره دې نېکي وکړي (وَابْتَغِ… وَأَحْسِن).
١٠_که څوک نېکۍ ته رابلئ؛ نو د الله تعالی نېکۍ وريادې کړئ (أَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ).
١١_ بې ايمانه شتمن ژر فاسدېږي (لَا تَبْغِ الْفَسَادَ).
قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِندِي أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِن قَبْلِهِ مِنَ القُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا وَلَا يُسْأَلُ عَن ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ (۷۸) = (قارون) وويل: ((بېشکه دا(شتمني) د خپلې پوهې له مخې راكړاى شوې ده!)) ايا هغه نه پوهېده، چې بېشکه الله تر ده مخكې داسې خلك هلاك كړي، چې تر ده غښتلي او شتمن ول؟! او (چې كله الهي عذاب راورسي؛ نو) له مجرمانو يې ګناهونه نه پوښتلېږي. (او سيده دوزخ ته ځي)
ټکي:
پوښتنه: سره له دې چې د قرآن په ډېرو آيتونوکې لولو: د قيامت پر ورځ پوښتنه، له هر چا؛ (فَلَنَسْأَلَنَّ الَّذِينَ أُرْسِلَ إِلَيْهِمْ وَلَنَسْأَلَنَّ الْمُرْسَلِينَ [89]) له ټولو څيزونو؛ (وَلَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ [90]) له هر حاله؛ (وَإِنْ تُبْدُوا مَا فِي أَنْفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللَّهُ [91]) او له هر څه (إِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ [92]) کېږي؛ نو ولې په دې آيت کې راغلي: (لَا يُسْأَلُ عَن ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ)؟!
ځواب: هغه آيتونه، چې پوښتنه راښيي، په قيامت پورې اړه لري؛ خو دا آيت په دنيا کې د الهي پرغز- قهر د نزول پر مهال دى، چې هغه مهال د پوښتنې او ځواب لپاره مهلت نه وي.
پېغامونه:
١_ کله علمي غرور انسان دومره ځانمنى کړي، چې نور د هېڅ چا خبرې او ونډې ته غاړه نه ږدي (إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِندِي)
٢_پر خپله پوهه نازېدل، قاروني خوى دى (عَلَى عِلْمٍ عِندِي)
٣_شتمني او ځواک الهي احسان وگڼئ، نه د خپل علم او کوښښ پايله (خلکو ويل: دا الله دى، چې تاته يې شتمني درکړې ده؛ خو قارون ويل: په خپله مې په خپله پوهه پيداکړې ده) (أَحْسَنَ اللَّهُ – عِلْمٍ عِندِي).
٤_له تاريخ سره آشنايي، د عبرت ښه زده کړه ده. (أَوَلَمْ يَعْلَمْ… مِن قَبْلِهِ)
٥_د سرغړاندو ورمېږ ورماتول الهي قانون دى. (ځواک او شتمني، د الهي پرغز د راتلو مخه نشي نيواى) (أَهْلَكَ مِن قَبْلِهِ)
٦_ ځواک او شتمني نېکمرغي نه راوړي (هْلَكَ.. هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا)
٧_د سر له پاسه سر وي (مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ).
٨_ پاملرنه! که د الله پرغز راورسيد؛ نو پر هغه وخت خو د پوښتنې او ځواب لپاره وخت نه وي (لَا يُسْأَلُ عَن ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ).
فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ (۷۹)= نو (يوه ورځ قارون) په خپلو ګاڼو پسوللى په شان او شوكت خپل قوم ته راووت، د دنيوي ژوند لېوالو وويل: ((كاش څه چې قارون ته وركړل شوي، موږ هم درلوداى؛ ځکه دی د لوی برخې خاوند دى!))
پېغامونه:
١_د غافلو انسانانو لاس ته چې ځواک او شتمني راشي؛ نو پايله يې وياړپلورنه، ځانښوونه او ځان سينگارول وي. (فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ)
٢_په شتمنۍ ځان ښوول، قاروني خوى دى. (فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ)
٣_قارونيان ځان تر نورو غوره بولي (عَلَى قَوْمِهِ).
٤_د واکمنو ځان پر نورو لوړگڼل، د خلکو فرهنگ هم بدلولای شي (فِي زِينَتِهِ…. يَا لَيْتَ لَنَا….)
٥_د دنيا ځلبل، د لنډ فکرو جذب او کږلارۍ ته يو جال دى (قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنيَا)
٦_ د قارون په څېر کېدو هيله، د کم عقلو دنيا پالو هيله ده (يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنيَا يَا لَيْتَ لَنَا…)
وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِّمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ (۸۰) = او پوهانو وويل: ((پر تاسې افسوس، الهي ثواب هغوى ته غوره دى، چې ايمان راوړي او نېكې چارې وکړي او دا (ثواب) خو يوازې زغمناكو ته وركول كېږي.))
ټکي:
قارون، ځان پوه او د شتمنۍ لاس ته راوړل يې د خپلې پوهې پايله ګڼله (أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِندِي)؛ خو الله تعالی په دې آيت کې وايي: حقيقي علم، د مال له زېرمولو سره اړخ نه لگوي.
پېغامونه:
١_پر دنيا زړه بايلونکي رټنوړ دي (وَيْلَكُمْ)
٢_الله تعالی د بني اسرائيلو د هغو پوهانو ستاينه کړې، چې پر دنيا مين يې رټلي دي (وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ…)
٣_واقعي علم، انسان آخرت، تقوى او نېکچاریو ته ورسیخوي (وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ)
٤_پوه هغه دى، چې د دنيا ځلبل يې رانه کاږي او دنيا پال و رټي(وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ)
٥_پوهان بايد خلک دې ته پرېنږدي، چې دنيا يې ځان ته راکاږي (وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ)
٦_که څه له چا منع کوئ؛ نو د لزوم او وس پر مهال غوره ورکول ترې په کار دي(ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ).
٧_ايمان او نېکچاري هغه وخت نېکمرغي راوړاى شي، چې انسان پرې پايښتی وي(آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ)
فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ المُنتَصِرِينَ (۸۱) = نو په پاى کې موږ دا او كور يې په ځمكه كې ورننايستل؛ نو كومه ډله يې نه درلوده، چې د الهي عذاب په مقابل کې مرسته ورسره وكړي او پخپله يې هم له ځان سره مرسته نه شوه كړاى.
ټکى:
انسان کړاى شي دوو لوريو ته حرکت وکړي: مخ پورته (صعودي، چې معراج ته ځان ورسوي) او مخ پر لاندې (نزولي، چې ځمکې ته راکوز شي)
پېغامونه:
١_د ظلم پايله، هلاکت دى. (فَبَغَى عَلَيْهِمْ… فَخَسَفْنَا بِهِ)
٢_ کله ځمکه، د الله د پرغز دنده ترسره کوي. (فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ)
٣_د مال ټولولو پايله کنجوسي، غرور او هلاکت دى. (فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ)
٤_شتمني ژغورنوزله نه ده (مَا كَانَ مِنَ المُنتَصِرِينَ)
وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَوْلَا أَن مَّنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ (۸۲) = او هغوى چې پرون يې هيله درلوده، چې د قارون پر ځاى واى (چې دا ننداره یې ولیده؛ نو) سهار يې وويل: ((افسوس (نه پوهېدو) چې بېشكه الله له خپلو بندګانو هر چاته چې وغواړي، روزي یې پراخوي او (يا یې) تنګوي، كه الله احسان راباندې نه واى كړى؛ نو موږ به يې هم [د ځمكې تل ته] ننايستي واى. افسوس! ته وا كافران هېڅكله (له عذابه) ژغورل کېداى نشي.))
پېغامونه:
١_له چارو سره په مخامخېدو کې، ژر قضاوت مه کوئ. (هغوى چې پرون حسرت خوړ، چې کاش د قارون په څېر واى؛ خو نن وايي: څومره ښه وشو، چې د هغه په څېر نه وو) (تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّه…)
٢_هېڅکله داسې هيله و نه کړئ، چې د مغرورو شتمنو په څېر شئ (تَمَنَّوْا مَكَانَهُ…. وَيْكَأَنّ).
٣_د نورو شتمنۍ ته د هيلې پر ځاى، پر الهي نعمتونو قناعت په کار دى ((تَمَنَّوْا مَكَانَهُ…. يَبْسُطُ الرِّزْقَ… وَيَقْدِرُ).
٤_په ټولو هيلو کې د انسان گټه نه وي (تَمَنَّوْا مَكَانَهُ)
٥_ کله د دعا نه قبلېدل، پر انسان د الله تعالی تر ټولو ستر احسان او نعمت دى. (تَمَنَّوْا مَكَانَهُ…. مَّنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا)
٦_ پېښې د فطرتونو د راويښېدو، د فکرونو او ناسمو انگېرنو د بدلېدو او سمون لامل گرځي (لَوْلَا أَن مَّنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا)
٧_که انسان خپله شتمني د الله تعالی له لوري او د هغه لپاره و نه گڼي؛ نو ځان يې کفر ته رسولى دى (لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ).
تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ (۸۳)= (هو!) دا د آخرت كور (يوازې) د هغوى لپاره دى، چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د متقیانو ده.
ټکي:
*دا آيت د قارون د کيسې پرېکړه ليک دى، چې هر ډول مال ټولول او لوړاوى غوښتل په دنيا او اخرت کې د هلاکت لامل گرځي.
په روايتونو کې راغلي: حضرت على به دا آيت د بازار سوداگرو ته وايه[93].
په حديث کې وايو: که څوک د خپلو بوټانو په مزو هم تر نورو ځان غوره وگڼي؛ نو پر ځمکه به له کبرجنو ځنې وي.
ډېر دي داسې وګړي، چې د کور، موتړ، جامو، خبرو، واده او پر اولاد د نامې ايښوونې داسې کار کوي، چې ځان ته د خلکو سترگې راواړوي او خلکو ته ځان پرې وښيي، چې د روايت له مخې، دوى پر ځمکه ځان تر نورو غوره بولي او له جنته بې برخې دي.
پېغامونه:
١_د آخرت کور ډېر ستر دى. د ” تِلْكَ ” کلمه د عظمت نښه ده.
٢_هر ډول ځان غوره بلل منع دي (لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا).
٣_د فساد جرړه د ځان په غوره گڼلو کې ده (لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا … وَلَا فَسَادًا)
٤_پرهېزګار هغه دى، چې پر نورو د وياړنې او غوره والي اراده نه لري (لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا ….. وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ)
مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى الَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (۸۴)= چاچې نېکي راوړه؛ نو تردې ورته غوره بدله ده او چاچې بدي راوړه؛ نو بدکارانو ته یې يوازې د كړنو(هومره) سزا وركول كېږي.
پېغامونه:
١_ښه کار، چې هر څومره او د هر چا له لوري وي، ستايل شوى دى (مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ)
٢_تر نېکچارۍ مهم، تر قيامته يې سم رسول دي. (جَاء بِالْحَسَنَةِ) (ډېر دي داسې کسان، چې ښه کارونه يې کړي؛ خو په خپلو گناهونو، کبر پر نورو منت ايښوونې او د نورو په سپکاوي يې له منځه وړي او نشي کړاى خپل ښه کارونه، د قيامت ورځې ته سم ورسوي).
٣_انسانان د خپل ژوندلار په ټاکنه کې ازاد دي (مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ… مَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ).
٤_ خپلې خبرې پر ښو خبرو پيل کړئ (لومړى د ((الحسنة)) کلمه راغلې او بيا ((السَّيِّئَةِ)))
٥_ د الله تعالی د پېرزوينې په نظام کې د نېکيو اجر زيات دى؛ که څه د عمل پړاو ته ونه رسي او يوازي په فکر او طرح کې پاتې شي؛ خو د بد کار سزا د بدکار هومره ده او د سزا شرط دادى، چې د فکر له پړاوه تېره شوې او عملي بڼه يې موندلې وي (عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ)
٦_نه ښايي د نورو نېکې چارې هېرې کړو؛ که څه يو ساده عمل وي (الحسنة)؛ خو بدچاریو ته دې هغه مهال سزا ورکړه شي، چې پر خپلو بدو کړنو ټينگار کوي (كَانُوا يَعْمَلُونَ)
٧_الله تعالی د نېکيو اجر د خپل فضل له مخې ورکوي؛ خو د بدچاریو د سزا په هکله له خپل عدل سره سم چلن کوي (فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا…. – فَلَا يُجْزَى …. إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ)
إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ قُل رَّبِّي أَعْلَمُ مَن جَاء بِالْهُدَى وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ = (۸۵) بېشكه هغه چې پر تا یې یې د قرآن [احکام، تبلیغ او عمل] فرض كړی، هرومرو تا خپل ټاټوبي [مکې] ته ورستنوي، ووايه: ((زما پالونكى هغه ښه پېژني، چې له ښیون سره راغلی او هغه چې په څرګند بېلارېتوب کې دى.))
ټکي:
*په اووم آيت کې تېر شو، چې الله تعالی د موسى عليه السلام مور ته وويل: زوى دې په سيند کې واچوه او مه ورخطا کېږه، موږ يې درستنوو. (فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ– إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ) په دې آيت کې هم الله تعالی د اسلام له پېغمبر سره ژمنه کوي، چې هغه به بېرته خپل ټاټوبي ته ورستون کړي. (لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ) هو هغه ځواک، چې موسى علیه السلام يې خپلې مور ته ورستون کړ؛ نو تا به هم (تر هجرت روسته) مکې ته ورستون کړي.
*داچې معاد کومې مانا ته ګوته نيسي او مصداق يې څه دى، په دې هکله ډول ډول نظرونه وړاندې شوي دي.
ځينې وايي: مکې ته پکې گوته نيول شوې او دا آيت يې د يو غيبي خبر په حيث پېژندلى، چې پېغمبره! همدا مکه به يوه ورځ ستا په لاسونو سوبه کېږي او بېرته به ورگرځې. ځينې يې د پېغمبر اکرم د “محمود مقام” (د شفاعت مقام) او ځينې يې د قيامت او جنت په مانا تفسيروي؛ خو روايات په دې آيت کې له معاده مطلب، نړۍ ته د اسلام د پېغمبر رجعت بولي؛ خو زموږ د ګروهې له مخې، له ((معاد)) نه مطلب ((رجعت)) دى؛ يعنې داچې الله تعالی به تر قيامت مخکې خپل ځينې اولياء دې نړۍ ته بېرته رالېږي.
پېغامونه:
١_ د قرآن ابلاغ، د کفارو د سرغړاوي او د پېغمبراکرم د هجرت لامل شو؛ خو الله تعالی به بېرته پېغمبر خپل ټاټوبي ته ولېږي (لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ)
٢_د قرآن تلاوت، تبليغ او عمل تر هر چا مخکې پر پېغمبر اکرم فرض دى (فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ).
٣_د قرآن د فريضې تعبير يې لوړ مقام راښيي (فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ)
٤_د الله تعالی د لارې مهاجر به په درناوي او عزت خپلو وطنونو ته بېرته ولاړ شي (لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ)، د معاد کلمه د دبدبې او عزت نښه ده.
٥_د وينا پر مهال لومړى له مثبتو ټکيو پيل وکړئ. (مَن جَاء بِالْهُدَى – مَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ)
وَمَا كُنتَ تَرْجُو أَن يُلْقَى إِلَيْكَ الْكِتَابُ إِلَّا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِّلْكَافِرِينَ (۸۶)= او ته هيلمن نه وې، چې (دا آسماني) كتاب درولېږل شي؛ خو دا ستا د پالونكي لورنه وه؛ نو (ددې ستر نعمت په منندوینه کې) هېڅكله د كافرانو ملاتړ کېږه مه.
ټکي:
په دې آيت کې د حضرت موسى علیه السلام او حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم ترمنځ دوه ورته والي ترسترگو کېږي:
١_ حضرت موسى د اور په لاس ته راوړو پسې ولاړ او رڼا ته ورسېد (فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ) د اسلام پېغمبر هم د عبادت په موخه د حراء غار ته ولاړ او له اسماني وحې سره آشنا شو (وَمَا كُنتَ تَرْجُو أَن)
٢_په اوولسم آيت کې حضرت موسى وويل: ((رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ)) ((زما پالونکيه! د هغه پېرزوینې له لامله، چې پر ما دې کړې، هېڅکله به هم د مجرمانو مرستندوى نشم))
په دې آيت کې هم، الله تعالی پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته وايي: (يُلْقَى إِلَيْكَ الْكِتَابُ … فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا)
په دې پار چې اسماني کتاب درلېږل شوى، هېڅکله هم د کافرانو لاسنيوى مه کوه.
پېغامونه:
١_انبياوو د روح د سپېڅلتيا او عبوديت په درلودو بيا هم د وحې اخستو تمه نه درلوده؛ وحې د الله لورنه وه (مَا كُنتَ تَرْجُو …. إِلَّا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ)
٢_د پېغمبرانو بعثت او د اسماني کتابونو نازلېدل، د الله پاک د ربوبيت له نښو ځنې دي (رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ)
٣_ د کافرانو له ملاتړه ډډه کول خورا مهم دي، ان چې د وحې د نازلېدو شکرانه گرځېدلى دى. (يُلْقَى إِلَيْكَ الْكِتَابُ…. فَلَا تَكُونَنَّ…)
٤_له کفر او جرمه هر راز ملاتړ منع دى. (فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِّلْكَافِرِينَ)
وَلَا يَصُدُّنَّكَ عَنْ آيَاتِ اللَّهِ بَعْدَ إِذْ أُنزِلَتْ إِلَيْكَ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (۸۷) = او هسې نه (کافران) تا د الله د آيتونو تر نازلېدو روسته (د ده له تبليغولو) واړوي او (خلك) د الله لوري ته رابله او هېڅكله له مشركانو کېږه مه.
ټکي:
بعثت پړاوونه لري:
الف – د وحې اخستل (يُلْقَى إِلَيْكَ الْكِتَابُ).
ب _له کفارو برائت (فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا).
ج _په چار کې پرېکندتوب (لَا يَصُدُّنَّكَ).
د _نورو ته بلنه ورکول (ادْعُ إِلَى رَبِّكَ).
هه_په عمل او ګروهه کې اخلاص (فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِّلْكَافِرِينَ)
توحيد ته پاملرنه او د شرک او کفر نفې کول دومره مهم دي، چې الله تعالی په دې آيتونو کې څو ځل پېغمبر اکرم ته اخطار ورکړى. په روستيو آيتونو کې چې ددې مسئالې په اړه کومې جملې راغلي، د دروند (نون) په ټينگار او د مبالغې په لحن راغلي دي (لَا تَكُونَنَّ– لَا يَصُدُّنَّكَ – لَا تَكُونَنَّ)
پېغامونه:
١_د وحې په ابلاغ کې سستي، یو ډول د کفر د ملا ټپول دي (فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِّلْكَافِرِينَ وَلَا يَصُدُّنَّكَ)
٢_دښمنان ان د پېغمبر لپاره هم دسيسې جوړوي (وَلَا يَصُدُّنَّكَ)
٣_اسماني مشران هم الهي تذکراتو او يادونو ته اړين دي (وَلَا يَصُدُّنَّكَ)
٤_رسالت دې له عزت او پرېکندتوب سره وي (وَلَا يَصُدُّنَّكَ… بَعْدَ إِذْ أُنزِلَتْ)
٥_ پوهه او آگاهي دنده لاپسې درنوي (بَعْدَ إِذْ أُنزِلَتْ إِلَيْكَ)
٦_هغه به د حق په بلنه کې بريالى وي، چې غوڅ او نا ماتى وي. (لَا يَصُدُّنَّكَ… ادْعُ إِلَى رَبِّكَ).
٧_بلنه دې د زړه له کومې او سوچه وي او بې د الله تعالی له رضا بل هېڅ څيز په پام کې و نه نيسي. (ادْعُ إِلَى رَبِّكَ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ) هو هغه کسان، چې د نورو په پار، د الله تعالی لارې ته بلنه نه کوي؛ نو د شرک په کړۍ کې به وي.
٨_بلنه دې ځان ته نه؛ بلکې الله ته وي (ادْعُ إِلَى رَبِّكَ)
٩_له کفرسره مبارزه، د پېغمبرانو د مبارزې له لومړيتونو ځنې گڼل کېږي او الله تعالی هم پرې خورا ټينگار کوي. (لَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ)
وَلَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (۸۸) = او له الله سره بل معبود مه بله (او مه لمانځه) چې بې له ده معبود نشته، بې له (سپېڅلي) ذاته یې، نور ټول څيزونه له منځه تلونکي دي، واکمني يوازې د هغه ده او پر لور یې ورستنېږئ.
ټکي:
ځينې وايي: څوک چې بې له الله بل چاته غږ وکړي، مشرک کېږي؛ ځکه الله تعالی وايي:
((فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدً [94])) نو هغه کسان به مشرکان وي، چې د توسل لپاره د الله تعالی پر اولياوو غږ کوي؛ خو دا آيت وايي: مشرک هغه دى، چې له الله تعالی پرته بل چاته الله ووايي [لَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ] مسلمان هېچاته د الله تعالی په توگه غږ نه کوي، پر هغه کسانو غږ کوي، چې د الله تعالی په نزد د پت، آبرو او عزت خاوندان وي او دا هغه پت او عزت دى، چې الله تعالی ورکړى؛ لکه انبياوو او الهي اولياء ته؛ نه هر شفيع او خيالي پتمن ته؛ ځکه بوت لمانځو به هم په خپل خيال کې بوتانو ته د پت په سترگه کتل.
په دې آيت کې د شرک له منځه وړل، پر ډول ډول عباراتو بيان شوي دي:
الف: له الله تعالی سره د بل معبود نامه مه اخلئ.
ب: بې له الله تعالی بل معبود نشته.
ج: بې له هغه هرڅه له منځه تلونکي دي.
(د) يوازې هغه لاسبری دى.
هه: يوازې د هغه لورى ته ورستنېږئ.
امام رضا رحمة الله علیه ويلي دي: ((وجه الله)) د الله استازى او پر ځمکه د الله ححبتونه دي، چې په دوى مو، الله، دين، پوهې او د هغه معرفت ته پام وراړوي[95].
پېغامونه:
١_هغه واقعي مؤحد دى، چې له ټولو معبودانو، سترو ځواکونو؛ نامو او طاغوتانو ازاد وي ((لَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ)).
٢_څه چې له منځه تلونکي دي، زړه ورپورې و نه تړو او ځان پکې بنديان نه کړو. ((كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ)) لکه څنګه چې ابراهيم عليه السلام ويلي وي: ((لَا أُحِبُّ الْآفِلِينَ [96])).
٣_ حاکميت يوازې د الله دى ((لَهُ الْحُكْمُ)).
٤_ واقعي معبود څو شرطونه لري:
(الف) فنا کېدونکى نه وي (كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ).
(ب) پر هستۍ واکمن وي (لَهُ الْحُكْمُ).
٥- مرگ نابودي نه؛ بلکې مبداء او پيل ته ورستنېدا ده (إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ).
پالونکيه! د قرآن لوستو، پکې د تدبر او پند اخستو خوند راوڅکې.
پالونکیه! زړونه او ځانونه مو په قرآن راڼه کړې.
پالونکيه! ويناوې او کړنې مو د قرآن، نبوي سنتو او اهلبیتو د سیرت له مخې کړې.
آمين رب العالمين
[1] (فى ظلال القرآن تفسير)
[2] (لغتنامه دهخدا او مفردات راغب).
[3] (مفردات راغب)
[4] (يس ٥٨٠).
[5] (نساء ٩٤).
[6] (آل عمران ١٦٤).
[7] (حجرات، ١٧).
[8] (کنزالدقايق تفسير).
[9] (نور/٥٥)
[10] (يونس / ١٢- ١٣)
[11] (انبياء/ ١٠٥)
[12] (اعراف/١٣٧)
[13] (ابراهيم/١٤- ١٣)
[14] (آل عمران/۱۶۴)
[15] (تفسير الميزان)
[16] (ژباړن: رحمان بابا وايي: چې الله درسره مـــل نه وي رحمــــانه – چې لښکرې درسره وي يک تنهـا يې)
[17] (يوسف/٨٤).
[18] (طه/٤٠)
[19] (مريم/٥١)
[20] (ص/٨٢-٨٣)
[21] قصص/١٦
[22] قصص /١٧
[23] قصص/ ٢٤
[24] قصص/٢١
[25] (بحار١٣ /٤٤)
[26] (هود/٦١)
[27] (وسائل١٢/ ٤٣)
[28] (ملک/١٥)
[29] (بقره/٦٥)
[30] (هود/ ٧)
[31] (وسائل ١٢/٣٧)
[32] (وسائل ١٢/٣٧).
[33] (بقره/١٣٨)
[34] (ميزان الحکمه)
[35] (ميزان الحکمه)
[36] (کافي ٥/ ٣٣١)
[37] (نور/٣٢).
[38] (ميزان الحکمه)
[39] (کنزالمعال/ ٢٤٦٦٠٢).
[40] (ميزان الحکمه)
[41] (بحار١٠٣/٣٧٢)
[42] (مکارم لاالخلاق. ا/ ٤٤٦).
[43] (ميزان الحکمه).
[44] (شورى/٥١)
[45] (الميزان تفسير)
[46] (تورات سفر خروج، څلورم باب، ٦ جمله)
[47] (بقره/٢٥٨)
[48] زخرف / ٥١)
[49] (اعراف / ١٢٤)
[50] (قصص/ ٧٩)
[51] (اعراف /١١٤)
[52] (آل عمران / ١۹٦)
[53]. (شعراء / ١١١)
[54] (غافر/ ٣٦)
[55] (انبياء / ٧٣)
[56] (اسراء/٧۱)
[57] (هود/ ٩٨)
[58] (شعراء/٨۴)
[59] (نهج البلاغه / ٣١ليک)
[60] (تفسير: اطيب البيان)
[61] (ليل / ١٢)
[62] (توبه/ ١٢٢)
[63] (طور/ ٢٣).
[64] يوسف /۱۰۳ آيت
[65] بقره/ ٢٧٢آيت
[66] (نساء/٩٤)
[67] (انعام /۳۲)
[68] (توبه/ ٣٨)
[69] بقره/۲۱۲
[70] (آل عمران / ١٨٥)
[71] (کهف /٤٦)
[72] (طه/١٣١)
[73] (بقره/٨٦)
[74] (توبه/۳۸)
[75] (رعد، ٢٦)
[76] (ابراهيم/ ٣)
[77] (هجر/ ٨٨)
[78] (نجم/ ٢٩)
[79] (نازعات/٣٨، ۳۹)
[80] مائده/۹
[81] (نهج البلاغه/٨٢)
[82] (ابراهيم /٢٢)
[83] (صافات/٨٢)
[84] (فصلت/٢٠)
[85] (صافات /٢٤)
[86] (بقره /١٧٤)
[87] (الميزان تفسير ١٦/ ٢٠)
[88] (تفسير نور الثقلين)
[89] (اعراف/٦)
[90] (نحل/ ٩٣)
[91] (بقره/٢٨٤)
[92] (لقمان/١٦)
[93] (د مجمع البيان او روح البيان تفسيرونه)
[94] (جن/١٨)
[95] (توحيد صدوق١١٧ مخ)
[96] انعام/ ٧٦