تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الرّوم سورت روم سورت شپېته (60) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د ډېرو مکي سورتونو په څېر، ددې سورت اصلي موضوع مبداء، معاد او په دې اړه د ایمانوالو او کافرانو ترمنځ خبرې اترې دي. دا سورت په جګړې کې پر رومیانو‏ د ایرانیانو ‏پر بریا پېلېږي؛ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الرّوم سورت

روم سورت شپېته (60) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

د ډېرو مکي سورتونو په څېر، ددې سورت اصلي موضوع مبداء، معاد او په دې اړه د ایمانوالو او کافرانو ترمنځ خبرې اترې دي.

دا سورت په جګړې کې پر رومیانو‏ د ایرانیانو ‏پر بریا پېلېږي؛ نوځکه د «روم» سورت په نامه یادېږي.

د سورت عمده آیتونه دا موضوعات رانغاړي: په ځمکه و آسمان کې د الهي نعمتونو یادونه، په بوټو او څارویو کې د زوجیت نظام، له خاورې څخه د انسان پنځون، د ښځې او نارینه تړاو، د ورځې کار او د شپې خوب، د باران ورښت او د باد لګېدل او تر مړینې روسته د ځمکې بیا راژوندۍ کېدنه.

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورين الله په نامه

الم«1» غُلِبَتِ الرُّومُ«2»= 1 الف، لام، ميم.

 2 رومیان ماتې وکړه

فِی أَدْنَی الْأَرْضِ وَ هُمْ مِنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَیَغْلِبُونَ«3»=(او دا ماتې تاسې ته) په ډېر نژدې هېواد كې وه؛ خو دوى به تر خپلې ماتې روسته ژر بريالي شي…

فِی بِضْعِ سِنِینَ لِلّهِ الْأَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَ مِنْ بَعْدُ وَ یَوْمَئِذٍ یَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ«4»=په څو كلونو كې؛ ټولې چارې یوازې د الله په واک کې دي؛ څه تر (تردې ماتې) مخكې او څه تر (دې بریا) روسته او پر هغه ورځ به  مؤمنان (د يوې بلې بريا له لامله) خوشحاله شي.

بِنَصْرِ اللّهِ یَنْصُرُ مَنْ یَشاءُ وَ هُوَ الْعَزِیزُ الرَّحِیمُ«5» = د الله په مرسته؛ (او د الله) چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) مرسته ورسره كوي او هغه ناماتى لورين دى.

ټکي:

* د «بِضْعِ» کلمه د ټوټې په مانا ده‏؛ لکه څرنګه چې ‏پېغمبر ‏اکرم صلی الله علیه و آله وویل ‏: «فاطمه بضعه منی»[1]فاطمه مې د وجود ټوټه ده ‏. کله هم له ‏«بِضْعِ» څخه مراد د وخت یوه ټوټه (له درېیو تر نهو کلونو پورې)‏ ده.

* پوښتنه: پر ایرانیانو د روم د لښکر بریا په مسلمانانو پورې څه اړه لري، چې قرآن کریم وايي‏:

«یَوْمَئِذٍ یَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ»

ځواب: رسول الله صلی الله علیه و آله د روم او فارس باچایانو ته لیکونه ولیکل او دوی یې اسلام ته راوبلل. د فارس باچا، خسرو پرویز، د رسول الله صلی الله علیه و آله لیک څېرې کړ؛ خو د روم قیصر د پېغمبر د لیک درناوی وکړ. مسلمانان خوښ وه – داچې د پېغمبر د لیک درناوی یې کړی و- چې رومیان بریالي شي؛ خو ماته یې وکړه او مسلمانان له دې پېښې خپه شول. الله تعالی ددې آیت په نزول سره مسلمانانو ته زیری ورکړ، که څه رومیانو ماتې وکړه؛ خو په نږدې راتلونکي کې به بریا ومومي او دا بریا به یې د مسلمانانو د خوشحالۍ لامل شي‏.[2]

هو، ایماني ټولنه نباید یوازې خپل داخل ته وګوري؛ بلکې د نورو ملتونو ترخو او خوږو پېښو ته هم غبرګون وښيي‏.

 پېغامونه:

1- د قرآن کریم د اعجاز یوه له نښو، د قرآن رښتینې وړاندوینې او ترسره کېدل دي.

(فارسیانو، رومیان مات کړل؛ خو قرآن کریم وړاندوینه کوي، چې څو کاله روسته به رومیان بریالي شي او همداسې هم وشول‏) «غُلِبَتِ – سَیَغْلِبُونَ»

2- په یوې ماتې، مه نهیلېږئ ‏. «غُلِبَتِ – سَیَغْلِبُونَ»

3- په ماتو او بریاوو کې د توحید چورلیز هېر نشي ‏. «لِلّهِ الْأَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَ مِنْ بَعْدُ»

4- هم باید بریا له هغه وګڼو او هم پوځي اوزار ‏. «بِنَصْرِ اللّهِ یَنْصُرُ»

5-د الهي نصرت، ملاتړ او بریا دلیل، د هغه عزت او رحمت دی ‏. « یَنْصُرُ… وَ هُوَ الْعَزِیزُ الرَّحِیمُ»

وَعْدَ اللّهِ لا یُخْلِفُ اللّهُ وَعْدَهُ وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ«6»=(دا) د الله ژمنه ده (او) الله هېڅكله له خپلې ژمنې نه اوړي؛ خو ډېر خلك نه پوهېږي.

 پېغامونه:

1- ایمان ته د خلکو په بلنه کې د الهي ژمنو له پوره کېدنې ګټنه وکړئ‏. «وَعْدَ اللّهِ لا یُخْلِفُ اللّهُ وَعْدَهُ»

2- د ژمنماتیو سرچینه یا خو بیوسي او عجز دی یا ناپوهي، جهل یا پښېماني، چې الله تعالی له دې ټولو پاک دی. ‏ «لا یُخْلِفُ اللّهُ وَعْدَهُ»

3- ژمنماتي ناوړه چار دی؛ خو ‏خلف وعید او د الله له لوري د عذاب ځنډول، یو ډول رحمت دی ‏. «لا یُخْلِفُ اللّهُ وَعْدَهُ»

4- ډېری خلک شکمن دي چې الله تعالی به پر خپلو ژمنو وفا وکړي‏. «لا یُخْلِفُ اللّهُ وَعْدَهُ وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ»

5-ډېرکي معیار نه‏ دی، پوهه، ایمان او ژمنه مهمه ده‏. «أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ»

یَعْلَمُونَ ظاهِراً مِنَ الْحَیاهِ الدُّنْیا وَ هُمْ عَنِ الْآخِرَهِ هُمْ غافِلُونَ«7» = (ځکه خلک) د دنيوي ژوند برسېرن اړخ پېژني او له آخرت (او د كار له پايه) بې خبره دي.

 پېغامونه:

1- لنډ ویني، سرسري فکر کول، او له مادیاتو هخوا ته نه متوجه کېدل، یو ډول ناپوهي او جهل دی ‏.

«لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ یَعْلَمُونَ ظاهِراً… »

2- انسان باید ژور او لرې لید ولري، نه چې ظاهره وینی او غافل وي‏. « یَعْلَمُونَ ظاهِراً… وَ هُمْ عَنِ الْآخِرَهِ هُمْ غافِلُونَ »

3- دنیا، بده نه ده، له آخرته غفلت بد دی‏. «عَنِ الْآخِرَهِ هُمْ غافِلُونَ»

4- اخرت ته له پاملرنې پرته د مادي دنیا پر ظواهرو پوهه، تر نیوکې لاندې ده‏. یَعْلَمُونَ ظاهِراً… عَنِ الْآخِرَهِ هُمْ غافِلُونَ

5-دنیا، ظاهر او باطن لري او آخرت د دنیا باطن دی‏. «ظاهِراً – عَنِ الْآخِرَهِ»

6- د دنیا ظواهرو ته پاملرنه، له آخرته د غفلت سبب دی‏. یَعْلَمُونَ ظاهِراً… هُمْ عَنِ الْآخِرَهِ هُمْ غافِلُونَ

أَ وَ لَمْ یَتَفَکَّرُوا فِی أَنْفُسِهِمْ ما خَلَقَ اللّهُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ ما بَیْنَهُما إِلاّ بِالْحَقِّ وَ أَجَلٍ مُسَمًّی وَ إِنَّ کَثِیراً مِنَ النّاسِ بِلِقاءِ رَبِّهِمْ لَکافِرُونَ«8» = ايا دوی له ځانونو سره سوچ او فکر نه دى كړى، (چې) الله اسمانونه او ځمكه او څه چې د دواړو ترمنځ دي، يوازې په حق (مصلحت او سم تدبير) او د ټاكلې نېټې لپاره پيدا كړي دي؟!؛ خو ډېر خلك (په قيامت کې د حساب و کتاب او ثواب او عذاب لپاره) له خپل پالونكي سره په مخامېدو باوري نه دي.

 پېغامونه:

1- اندنه یا تفکّر د غفلت د رنځورۍ درمل دي ‏. «هُمْ غافِلُونَ أَ وَ لَمْ یَتَفَکَّرُوا»

2- اندنه هغه مهال ګټوره او رغنده وي چې له جاروجنجال او منفي اغېزو لرې او د عقل او فطرت پر بنسټ وي. «فِی أَنْفُسِهِمْ»

3- پنځون هم موخه او هم ټاکلی وخت لري‏. « خَلَقَ… بِالْحَقِّ وَ أَجَلٍ مُسَمًّی »

4- دنیا، یوه ټاکلې موده لري ‏. «أَجَلٍ مُسَمًّی»

5- د روغ فکر پایله د هستۍ او آخرت پر حقانیت او موخې درلودو ایمان او د بې فکرۍ پایله، کفر او له معاده نټه یا انکار دی ‏. «یَتَفَکَّرُوا – لَکافِرُونَ»

أَ وَ لَمْ یَسِیرُوا فِی الْأَرْضِ فَیَنْظُرُوا کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ کانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً وَ أَثارُوا الْأَرْضَ وَ عَمَرُوها أَکْثَرَ مِمّا عَمَرُوها وَ جاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ فَما کانَ اللّهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَ لکِنْ کانُوا أَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُونَ«9»=ايا دوى پر ځمكه ګرځېدلي نه دي، چې وګوري تر دوى د تېرو خلكو پايله څنګه وه؟ تر دوى ډېر ځواکمن ول او تر دوى يې ځمکه (د كرنې او ابادۍ لپاره) ښه راسپړلې او ودانه كړې وه او استازيو يې څرګند دلايل ورته راوړي وو (؛ خو ترې منكر شول او خپله سزا يې وليده)؛ نو الله كله هم تېرى پرې و نه کړ؛ خو پخپله يې پر ځانونو تېرى كاوه.

 

ټکي:

* امام صادق  رحمة الله علیه ‏د «أَ وَ لَمْ یَسِیرُوا فِی الْأَرْضِ» مانا په اړه وویل‏: « د تېرو قومونو په تاریخونو کې له تدبر، سیر او کتنې څخه مراد، په قرآن کې تدبر دی‏»[3]

* له تاریخ سره د پېژندګلوۍ او پکې د تدبر په اړه حضرت علي، خپل زوی امام حسن ته په یوه لیک کې کاږي ‏: که څه ډېر عمر نه لرم؛ خو د تېرو له تاریخ سره داسې اشنا یم، ته وا چې د تاریخ هومره عمر لرم‏. [4]

 پېغامونه:

1- د تاریخ مطالعه، ګرځېدل راګرځېدل، سیروسفر او د نورو له تجربو ګټنه د پېژندګلوۍ له لارو ځنې دي، او پرېښودل یې د غندنې وړ دي ‏. «أَ وَ لَمْ یَسِیرُوا»

2- د تاریخ او له فلسفې یې خبرېدنه او د تېرو اقوامو له برخلیک سره آشنايي، انسان له ظاهروینۍ ژغوري ‏. «یَعْلَمُونَ ظاهِراً – أَ وَ لَمْ یَسِیرُوا»

3- تاریخي تحوّلات د ثابتو قوانیو پر بنسټ دي، چې له تېر څخه د نن او سبا لپاره درس اخستلای شو‏. «فَیَنْظُرُوا»

4- ګرځندوینه باید د پاملرنې لامل او له غفلته لرې وي ‏. «فَیَنْظُرُوا»

5-د تېرو اقوامو برخلیک او عاقبت ته وګورئ، نه یې ورځېنیو ځلبلاندیو ته. « کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ… »

6- تر اسلام مخکې ستر تمدنونه او ځواکونه پيدا او پوپناه شوي وو‏. «مِنْ قَبْلِهِمْ»

7- که الله غوسه وکړي، هېڅ قوم له هېڅ ځواک سره ورته د ټینګې نه دی ‏. «کانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً»

8- د سترو ځواکونو پوپناه کېدنې ته پاملرنه، له غروره د ژغورنې لامل دی. «کانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً»

9- سعادت و نېکمرغي یوازې په ځواک او آبادۍ کې نه؛ بلکې په ایمان او له انبیاوو څخه په لاروۍ کې ده ‏. « أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً… وَ عَمَرُوها أَکْثَرَ مِمّا عَمَرُوها… کانُوا أَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُونَ»

10- پر ځواک او شتمنۍ غولېدل، پر انبیاوو د ایمان راوړنې په لار کې له خنډونو ځنې دي‏. « عَمَرُوها أَکْثَرَ مِمّا عَمَرُوها وَ جاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ… »

11- په تبلیغ او روزنه کې باید له څرګندو استدلالونو او طریقو ګټنه وکړو‏. « جاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ… »

12- الله تعالی عادل او مهربان دی، د تېرو قومونو د هلاکت اصلي لامل، دوی پخپله وه ‏. «فَما کانَ اللّهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَ لکِنْ کانُوا أَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُونَ»

13- د انبیاوو له احکامو سرغړونه، پر خپل نفس ظلم او ورپسې عذاب دی‏. «أَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُونَ»

ثُمَّ کانَ عاقِبَهَ الَّذِینَ أَساؤُا السُّوای أَنْ کَذَّبُوا بِآیاتِ اللّهِ وَ کانُوا بِها یَسْتَهْزِؤُنَ«10»= بيا د بدچاريو پايله (ډېره) بده شوه (ځكه) چې د الله له آيتونو منکر او ملنډې یې ورپورې وهلې.

 پېغامونه:

1- د منکرینو او ملنډې وهوونکيو د کار پایله عذاب دی‏. «ثُمَّ کانَ عاقِبَهَ الَّذِینَ أَساؤُا السُّوای – کَذَّبُوا – یَسْتَهْزِؤُنَ»

2- د انسان پرېوتنه، پړاونه لري ‏: لومړۍ ګناه، «أَساؤُا السُّوای» بیا منکرېدل، «کَذَّبُوا» او بیا ملنډې وهل. «یَسْتَهْزِؤُنَ»

اَللّهُ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیدُهُ ثُمَّ إِلَیْهِ تُرْجَعُونَ«11»=الله هستونه پيلوي (او) بيا يې راستنوي (دويم ځلي کوي) بيا یې لوري ته ورغبرګېږئ.

وَ یَوْمَ تَقُومُ السّاعَهُ یُبْلِسُ الْمُجْرِمُونَ«12»=او کومه ورځ، چې قیامت شي، ګناهګاران له نهيلۍ خپه کېږي.

وَ لَمْ یَکُنْ لَهُمْ مِنْ شُرَکائِهِمْ شُفَعاءُ وَ کانُوا بِشُرَکائِهِمْ کافِرِینَ«13»=او دوی ته به له خپلو انګېرل شويو [= معبودانو] څوک سپارښتګر نه وي او پخپله به له خپلو معبودانو منكر شي.

ټکي:

* د «یُبْلِسُ» کلمه له ‏«ابلاس» څخه د غم او خپګان په مانا ده چې د ډېرې نهیلې له کبله وي.

 د ‏«ابلیس» کلمه هم له همدې جرړې ده.

 پېغامونه:

1- په بحث و استدلال کې د معقولو مسایلو لپاره، له محسوسو چارو هم باید شاهد راوړو.

«یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیدُهُ» لومړنی پنځون، د بل خلقت پر ځواک باندې دلیل دی.

2- الله تعالی ته ورستنېدا او په قیامت کې حضور، اجباري دی ‏. «إِلَیْهِ تُرْجَعُونَ»

3- د ګناهګارانو نننۍ سرمستۍ او مزو چړچو ته مه ګورئ، چې خورا غم لړلې ورځ یې مخې ته پرته ده‏. « یَوْمَ… یُبْلِسُ الْمُجْرِمُونَ»

4- په خیالي شفاعتونو، زړه و نه تړو ‏. « لَمْ یَکُنْ… شُفَعاءُ »

5-په قیامت کې به دورغجنې مینې پر کینې، کفر، کرکې او تنفر بدلې شي‏. «کانُوا بِشُرَکائِهِمْ کافِرِینَ»

وَ یَوْمَ تَقُومُ السّاعَهُ یَوْمَئِذٍ یَتَفَرَّقُونَ«14» = او د قيامت جوړېدو پر ورځ (خلك) يو له بله بېلېږي.

فَأَمَّا الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ فَهُمْ فِی رَوْضَهٍ یُحْبَرُونَ«15»= نو نېکان  مؤمنان به په یوه (جنتي) باغ كې خوشحاله کړای شي.

ټکي:

* «رَوْضَهٍ»، هغه بڼ ته ویل کېږي، چې پرېمانه اوبه او ونې لري‏.

* د «یُحْبَرُونَ» کلمه له ‏حبر» ځنې د هغه خوشحالۍ د حالت په مانا ده چې نښې یې په مخ کې راښکاره شي‏.

 پېغامونه:

1- په قیامت کې به پاکان له ناپاکانو بېلېږي‏. «یَتَفَرَّقُونَ» (قیامت یو خوا ‏«یَوْمَ الْجَمْعِ» [5] د راټولېدنې ورځ او بلخوا «یَوْمُ الْفَصْلِ» [6]، د بېلېدنې ورځ ده.)

2- قیامت د غیرې الهي تړاوونو او دوستیو د پای ورځ ده‏. «یَتَفَرَّقُونَ»

3- ایمان له عمل او ښو کارونو سره ارزښتمن دی. «آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ»

4- ایمان او نیت، تر عمله خورا مهم دي ‏. «آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ»

5-د بریا او جنت ته د ورننووتنې شرط، ایمان او نېک عمل دی. «فَأَمَّا الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ فَهُمْ فِی رَوْضَهٍ یُحْبَرُونَ»

وَ أَمَّا الَّذِینَ کَفَرُوا وَ کَذَّبُوا بِآیاتِنا وَ لِقاءِ الْآخِرَهِ فَأُولئِکَ فِی الْعَذابِ مُحْضَرُونَ«16»= او هغوى چې كافران شوي او زموږ آيتونه او د آخرت مخامختيا يې دروغ ګڼلې ده؛ نو همدوى به عذاب ته حاضر کړاى شي.

فَسُبْحانَ اللّهِ حِینَ تُمْسُونَ وَ حِینَ تُصْبِحُونَ«17»=نو الله وستايئ، چې ماښام كوئ او چې سهار كوئ.

وَ لَهُ الْحَمْدُ فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ عَشِیًّا وَ حِینَ تُظْهِرُونَ«18»=او په اسمانونو او ځمكه کې ستاېنه يوازې هماغه ته ده او مازيګر (یې) وستايئ او چې درباندې ماسپښين کېږي.

ټکي:

* ځینې ګروهن دي چې دا ‏ آیتونه په سهار، ماسپښین او ماښام کې پنځګونو لمونځونو ته اشاره ده‏.

* شونې ده د ‏«فَسُبْحانَ اللّهِ» جمله او د ‏«لَهُ الْحَمْدُ» جمله، د حمد او تسبیح حکم وي چې د خبر په قالب کې راغلي دي‏.

 پېغامونه:

1- د ښو او بدو خلکو د برخلیک په څرګندولو؛ نور کسان باید ښو ته وهڅوو او له بدیو یې وژغورو. « فَأَمَّا الَّذِینَ آمَنُوا… وَ أَمَّا الَّذِینَ کَفَرُوا… »

2- د قیامت او آیتونو دروغ ګڼل د انسان له کفر او عناده سرچینه اخلي‏. «الَّذِینَ کَفَرُوا وَ کَذَّبُوا بِآیاتِنا وَ لِقاءِ الْآخِرَهِ»

3- د انسان برخلیک، د ده په کړنو پورې تړلی دی ‏. «کَفَرُوا وَ کَذَّبُوا… فَأُولئِکَ فِی الْعَذابِ »

4- د پنځګونو لمونځونو په وخت کې، الهي سپیڅلي ذات هم سبحان الله ویلې‏. «فَسُبْحانَ اللّهِ… »

5- ځینې وختونه د الله تعالی د ذکر لپاره ډېر مناسب وي‏. «حِینَ تُمْسُونَ وَ حِینَ تُصْبِحُونَ»

6- د الله تعالی تنزیه او له عیبونو یې پاک ګڼل د ده پر ستاینې لومړیتوب لري. «فَسُبْحانَ اللّهِ – لَهُ الْحَمْدُ»

7- تسبیح او حمد په ټولو ځایونو (آسمانونه او ځمکې) او ټولو وختونو کې یو ارزښت دی‏. «تُمْسُونَ – تُصْبِحُونَ – اَلسَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

یُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَ یُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَ یُحْیِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِها وَ کَذلِکَ تُخْرَجُونَ«19»= ژوندی له مړي راباسي او مړی (هم) له ژوندي او ځمكه تر خپل مړاوي کېدو روسته بیا ژوندۍ كوي [او ډډوي] او همداسې تاسې هم (له قبرونو) راايستل كېږئ.

ټکي:

* له مړي ځنې د ژوندي را ایستل او له ژوندي ځنې د مړي را ایستلو لپاره په تفاسیرو کې ډېری مصادیق او بېلګې بیان شوي، چې له دې جملې ځنې: له څاڅکي د انسان پیدا کېدل او له انسانه د څاڅکي پیدا کېدل. له کافر موروپلار د مؤمن زوی پیدا کول او اپوټه، چې دا ټولې په جهان کې د الله تعالی د مطلقه ځواک نښې او د قیامت د راتلنې او د ژویو په حشر کې یې د وس او ځواک نښه ده.

 پېغامونه:

1- په معاد کې شک مه کوئ؛ ځکه د خدای کار مړه کول او ژوندي کول دي ‏. (د بېلګو په بیانولو، ابهامات او شکونه له منځه یوسئ‏.) «یُحْیِ الْأَرْضَ… کَذلِکَ تُخْرَجُونَ »

وَ مِنْ آیاتِهِ أَنْ خَلَقَکُمْ مِنْ تُرابٍ ثُمَّ إِذا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ«20»= او (د قدرت) له نښو یې دي، چې تاسې يې له خاورو پيدا كړئ، بيا ناڅاپه داسې بشر شوئ چې [پر ځمکه] خورېږئ.

ټکي:

* په قرآن کې یوولس ځل د ‏«وَ مِنْ آیاتِهِ» تعبیر کارېدلې چې اوه ځل یې په دې سورت کې کارول شوي دي.

* په تېر آیت کې له ژوندي ځنې د مړي را ایستل او اپوټه، په ټولیز ډول اوڅار شوي و او دا آیت د هغه ټولیز مطلب بېلګه ده‏.

 پېغامونه:

1- د الله پېژندنې غوره لار، په پنځون کې اندنه ده‏. « وَ مِنْ آیاتِهِ… »

2- الهي نښې ناشمېره دي، څه چې ویل کېږي، ډېرې لږې دي. «مِنْ آیاتِهِ»

3- په مخلوقاتو او ښکارندو کې تر ټولو څرګند یې انسان دی ‏. (هغه آیتونه چې د الهي ځواک د نښو په اړه دي؛ نو له انسانه پېلېږي.) «مِنْ آیاتِهِ أَنْ خَلَقَکُمْ مِنْ تُرابٍ»

4- ځان پېژندنه د الله پېژندنې سریزه ده ‏. «مِنْ آیاتِهِ أَنْ خَلَقَکُمْ مِنْ تُرابٍ»

5- خاوره د ټولو انسانانو وجودي منشا ده ‏. (بې ارزښتنه ویاړنې باید له ځانه لرې کړو.) «مِنْ تُرابٍ»

6- په خاوره کې حس او حرکت نشته؛ خو په انسانانو کې شته او دا د الله تعالی د ځواک او ستریا نښه ده. «خَلَقَکُمْ مِنْ تُرابٍ… تَنْتَشِرُونَ »

وَ مِنْ آیاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَکُمْ مِنْ أَنْفُسِکُمْ أَزْواجاً لِتَسْکُنُوا إِلَیْها وَ جَعَلَ بَیْنَکُمْ مَوَدَّهً وَ رَحْمَهً إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیاتٍ لِقَوْمٍ یَتَفَکَّرُونَ«21»= او د هغه له نښو دا ده، چې همدا ستاسې له (جنسه) یې مېرمنې درپيدا كړې، چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او خواخوږي پيدا كړه. هو! په دې (نعمت) كې انديالو ته نښې دي.

ټکي:

* د الله تعالی په ذکر او یاد زړونه او روح ډاډ او ارامتیا مومي، «بِذِکْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ» [7] او مېرمن د بدن او اروا د ارامتیا لامل دی ‏. «أَزْواجاً لِتَسْکُنُوا إِلَیْها» [8]

 پېغامونه:

1- پیدایښت موخن دی‏. «خَلَقَ لَکُمْ»

2- ښځه او نارینه له یوه جنسه دي. (د خرافي او له سپکاوي د ډکو ګروهو پرخلاف چې ښځه یو پرېوتی موجود یا له بل جنسه ګڼي)«مِنْ أَنْفُسِکُمْ»

3- مېرمن باید د پرېشانۍ او ترینګلتیا نه؛ بلکې د آرامتیا لامل وي. ‏ «لِتَسْکُنُوا إِلَیْها»

4- د واده موخه یوازې د جنسي غریزې مړول نه؛ بلکې جسمي و اراویي ارامتیا ته رسېدل دي‏. «لِتَسْکُنُوا إِلَیْها»

5- د مېرمن ونډه، د ارامتیا ورکول دي. «لِتَسْکُنُوا إِلَیْها»

6- مینه، الهي ډالۍ ده چې په مال، مقام او ښکلا لاس ته نه راځي. «جَعَلَ» (مودت، مینه، رحمت، لورنه او صمیمیت ‏ناوې او زلمي ته الهي ډالۍ ده)

7- هر څوک چې په هره کړنه د کورنۍ ارامتیا، خوږلنی، صمیمیت، عطوفت، مینه او رحمت خراب کړي؛ نو له الهي کړۍ وتلې او د شیطان په لیکه کې دی ‏. « جَعَلَ بَیْنَکُمْ… »

8-د ښځې او سړي اړیکه باید د مودت، مېنې، صمیمیت او لورنې پر بنسټ وي‏. «مَوَدَّهً وَ رَحْمَهً» (مودّت، رحمت، مینه او لورنه په ګډ ژوند کې د ارامتیا د تداوم او پایښت لامل دی.)

9- مودّت، مینه و لورنه، یو د بل په څنګ کې کارسازي دي ‏. (بې لورنې او بې خدمته مینه سړېږي او بې مینې لورنه هم دوام نه لري.) «مَوَدَّهً وَ رَحْمَهً»

10- یوازې اندیالان د واده په رغنده ونډه پوهېدای شي. «لِقَوْمٍ یَتَفَکَّرُونَ»

 

وَ مِنْ آیاتِهِ خَلْقُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ اخْتِلافُ أَلْسِنَتِکُمْ وَ أَلْوانِکُمْ إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیاتٍ لِلْعالِمِینَ«22»= او د هغه (د قدرت) له نښو د اسمانونو او ځمكې پنځون او ستاسې د ژبو او رنګونو (توپير او) بېلابېلوالى دى، بېشکه په دې (چارو) كې پوهانو ته نښې دي.

 پېغامونه:

1- د اسمانونو او ځمکې پنځون د الله تعالی د ناپایه ځواک له نښو دي‏. «وَ مِنْ آیاتِهِ خَلْقُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

2- د توکمونو یا نژادونو او ژبو بېلابېلوالی، د الله پېژندنې یوه لاره ده ‏. « وَ مِنْ آیاتِهِ… اِخْتِلافُ أَلْسِنَتِکُمْ وَ أَلْوانِکُمْ »

3- هره ژبه ځان ته ارزښت او اصالت لري او بدلول یې نه کوم کمال دی او نه هم لازم ‏.

(څوک هم د نورو توکمونو یا نژادونو او ژبو د سپکاوۍ حق نه لري ‏.) «وَ مِنْ آیاتِهِ…

اِخْتِلافُ أَلْسِنَتِکُمْ وَ أَلْوانِکُمْ »

4- د ټولو انسانانو د یو شانته بڼې او رنګ درلودل د الله تعالی له نوښت، او بدیع والي سره اړخ نه لګوي‏. «وَ مِنْ آیاتِهِ اِخْتِلافُ أَلْسِنَتِکُمْ… »

5-عالم او پوه انسان د رنګونو او ژبو له اختلافه، الهي پوهې او معرفت ته رسي؛ خو ناپوهه او جاهل، رنګ او ژبه د سپکاوۍ او ویاړنې وزله کوي‏. «لِلْعالِمِینَ»

وَ مِنْ آیاتِهِ مَنامُکُمْ بِاللَّیْلِ وَ النَّهارِ وَ ابْتِغاؤُکُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیاتٍ لِقَوْمٍ یَسْمَعُونَ«23»= او د هغه (د حكمت) له نښو د شپې او ورځې (غرمې) ستاسې ويدېدل او (د ورځې) یې له فضله (د روزۍ ترلاسه كولو لپاره) ستاسې لټه ده، په دې (چار كې) هغوى ته دلايل دي، چې اورېدونکي غوږونه لري

 پېغامونه:

1- الهي نعمتونه دې ساده ونه ګڼو؛ خوب هم یو ستر نعمت دی‏. «وَ مِنْ آیاتِهِ مَنامُکُمْ»

2- خوب د هاندوهڅې سریزه ده. « مَنامُکُمْ… وَ ابْتِغاؤُکُمْ »

3- ډوډۍ او معاش ته هڅه او زیار یو ښه چار او الهي نښه ده‏. «وَ مِنْ آیاتِهِ… اِبْتِغاؤُکُمْ»

4- د خوب اصلي وخت شپه ده، او د ورځې خوب د لږې دمې لپاره دی. «مَنامُکُمْ بِاللَّیْلِ وَ النَّهارِ»

5-الهي درښتن یا فضل پراخ دی؛ خو د لاس ته راوړو لپاره یې زموږ هڅه اړینه ده‏. «ابْتِغاؤُکُمْ»

6- کوم نعمتونه چې ترلاسه کوو، د بخره وړۍ یا استحقاق له کبله نه؛ بلکې دا الهي درښتن یا فضل او لورنه ده ‏. «مِنْ فَضْلِهِ»

وَ مِنْ آیاتِهِ یُرِیکُمُ الْبَرْقَ خَوْفاً وَ طَمَعاً وَ یُنَزِّلُ مِنَ السَّماءِ ماءً فَیُحْیِی بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِها إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیاتٍ لِقَوْمٍ یَعْقِلُونَ«24»= او د هغه (د قدرت) له نښو داده، چې برښنا (او تندر) درښيي، چې وېره او هيله (دواړه) پکې دي (وېره له تندر او هيله له بارانه) او له اسمانه اوبه اوروي، چې ځمكه تر خپل مړاوېتوب روسته پرې ژوندۍ كوي، په حقيقت كې په دې كې عقلمنو ته نښې دي.

ټکي:

* په دې آیت او تېرو څلورو آیتونو کې څلور تعبیرونه تر سترګو‏ کېږي‏: «یَتَفَکَّرُونَ»، «لِلْعالِمِینَ»، «یَسْمَعُونَ او «یَعْقِلُونَ».

ددې څلورو تعبیرونو د عملي کېدو لپاره، څلور طبیعي پړاوونه بیان شوي:

  1. انسان په پیل کې فکر کوي‏. «یَتَفَکَّرُونَ»
  2. بیا پوهېږي او عالم کېږي ‏. «لِلْعالِمِینَ»
  3. څوک چې باخبر او پوه شو؛ نو خبرو ته ښه سم ژور غوږ ږدي. «یَسْمَعُونَ»
  4. د ژورې اورېدنې له کبله، تعقل او فکر کولو ته رسي‏. «یَعْقِلُونَ»

 پېغامونه:

1- وېره او هیله یو د بل په څنګ کې رغنده او کارسازي دي‏. «خَوْفاً وَ طَمَعاً»

2- د آسمان برېښنا، ورښت او د ځمکې زرغونېدل تصادفي نه؛ بلکې د یوې دقیقې او حساب شوې کړلارې له مخې دي. «اَلْبَرْقَ… یُنَزِّلُ… فَیُحْیِی»

3- د پنځون غونډال (خلقت نظام) د علل او اسبابو پر بنسټ ایښودل شوی‏. «فَیُحْیِی بِهِ»

4- منی او پسرلی، د بوټو وچېدل او زرغونېدل په پیدایښت کې د الله تعالی د ځواک له نښو دي ‏. «فَیُحْیِی بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِها»

5- الله پېژندنه باید د پوهې، فکر او تعقل پر بنسټ وي‏. «لَآیاتٍ لِقَوْمٍ یَعْقِلُونَ»

وَ مِنْ آیاتِهِ أَنْ تَقُومَ السَّماءُ وَ الْأَرْضُ بِأَمْرِهِ ثُمَّ إِذا دَعاکُمْ دَعْوَهً مِنَ الْأَرْضِ إِذا أَنْتُمْ تَخْرُجُونَ«25» = او د هغه (د قدرت) له نښو دا ده، چې اسمان او ځمكه يې په حكم ولاړ دي، بيا چې تاسې (په قيامت کې) له ځمکې په يوه ځل بللو وبولي، ناڅاپه ټول (له قبرونو) راوځئ (او د محشر ډګر ته حاضرېږئ)!

ټکي:

* په دې آیتونو کې، له خاورې د انسان پنځون هم د الهي ځواک نښه وګڼل شوه‏، «خَلَقَکُمْ مِنْ تُرابٍ» او مړینه او له قبره د انسان راوتل هم ‏. «مِنَ الْأَرْضِ إِذا أَنْتُمْ تَخْرُجُونَ»

* الله تعالی په دې آیت او پینځو مخکېنیو آیتونو کې، خلک پنځلس ځل مخاطب کړي او خپل نعمتونه یې شمېرلي، چې دا د تبلیغ یوه طریقه ده‏.

 پېغامونه:

1- د پنځون غونډال (خلقت نظام) ټینګښت، نه تصادفي او نه د نورو په لاس کې دی؛ بلکې په الهي اراده دی‏. « تَقُومَ… بِأَمْرِهِ»

2- د معاد پېدایښت د الله تعالی په اراده او بلنه ترسره کېږي. «دَعاکُمْ دَعْوَهً»

3- د الله د پېغمبر بلنه، مړي راژوندي کوي، «ثُمَّ ادْعُهُنَّ یَأْتِینَکَ سَعْیاً»[9] الهي بلنه خو لا پر ځای پرېږده. «دَعاکُمْ دَعْوَهً مِنَ الْأَرْضِ إِذا أَنْتُمْ تَخْرُجُونَ»

4- پر مبدا ایمان، پر معاد د ایمان سریزه ده. هغه چې د هستۍ نظام یې درولی، تر مړینې روسته مو هم راژوندي کوي. «تَقُومَ السَّماءُ… إِذا أَنْتُمْ تَخْرُجُونَ »

5-معاد، جسماني دی ‏. «مِنَ الْأَرْضِ… تَخْرُجُونَ»

6- د معاد پیدایښت سوکه سوکه او تدریجي نه؛ بلکې یو دمي دی. «إِذا أَنْتُمْ تَخْرُجُونَ»

وَ لَهُ مَنْ فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ کُلٌّ لَهُ قانِتُونَ«26»= او څوک چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، د ده دي (او) ټولو غاړه ورته ايښې ده.

وَ هُوَ الَّذِی یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیدُهُ وَ هُوَ أَهْوَنُ عَلَیْهِ وَ لَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلی فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«27»=او الله هغه (ذات) دى، چې هستونه پيلوي، بيا يې (هم) راستنوي او دا (كار) ورته اسان دى او په اسمانونو او ځمكه كې [د هر ډول پنځون] اوچتې بېلګې یوازې ده ته دي او هغه بريمن حكيم دى.

ټکي:

* له «مَنْ فِی السَّماواتِ» ځنې مراد یا پرښتې دي چې د الله تعالی حکم ته غاړه ایښودونکي دي یا نور با شعوره موجودات دي چې لا تراوسه بشر نه دي پېژندلي‏.

 پېغامونه:

1- په الهي نړۍ لید کې ټولې هستۍ، آگاهانه او خاضعانه، الله تعالی ته غاړه ایښې ده. «کُلٌّ لَهُ قانِتُونَ»

2- الله تعالی په هر څه کې ایکي یو دی:

په ‏مالکیّت کې: «لَهُ مَنْ فِی السَّماواتِ»

په عبادت کې: «کُلٌّ لَهُ قانِتُونَ»

په خالقیّت کې: «هُوَ الَّذِی یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیدُهُ»

په کمالاتو کې: «وَ لَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلی»

3- لومړني پیدایښت ته پاملرنه، له معاد سره د اشنایۍ کونجي ده ‏. «یَبْدَؤُا – ثُمَّ یُعِیدُهُ»

4- د خلکو د پوهې هومره خبرې وکړئ. (سره له دې چې الله تعالی ته، تر بل کاره هېڅ کار هم ستونزمن یا اسانتر نه دی؛ خو بیا یې هم د ‏«أَهْوَنُ» کلمه کارول شوی.)

5-د الله تعالی ځانګړنې او صفات، د انسان تر تصور، قلم او بیانه، ډېر اوچت او ‏ اعلی دي ‏. «وَ لَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلی»

6- هېڅوک او هيڅ هم له الله تعالی سره مه پرتله کوئ ‏. «وَ لَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلی»

7- د معاد پېدایښت، د الهي ځواک او حکمت غوښتنه ده ‏. « ثُمَّ یُعِیدُهُ… هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ »

ضَرَبَ لَکُمْ مَثَلاً مِنْ أَنْفُسِکُمْ هَلْ لَکُمْ مِنْ ما مَلَکَتْ أَیْمانُکُمْ مِنْ شُرَکاءَ فِی ما رَزَقْناکُمْ فَأَنْتُمْ فِیهِ سَواءٌ تَخافُونَهُمْ کَخِیفَتِکُمْ أَنْفُسَکُمْ کَذلِکَ نُفَصِّلُ الْآیاتِ لِقَوْمٍ یَعْقِلُونَ«28»= (الله) تاسې ته د خپلو ځانونو بېلګه راوړي: ايا زموږ په درکړاى شوې شتمنۍ کې ستاسې له خپلو مريانو(داسې څوک) شته، چې پكې درسره برابر برخوال وي [او] تاسې هماغسې ترې وېرېږئ؛ لكه له خپلو (ازادو شريكانو) چې وېرېږئ [تاسې چې په یوه کپ ډوډۍ کې چمتو نه یاست له ترلاسلاندې سره شریک وسئ؛ نو څنګه بې روحه بوتان د الله شریکان بولئ]؟! موږ دغسې عقلمنو ته (خپل) آیتونه څرګندوو.

 پېغامونه:

1- له بېلګې ګټنه د تبلیغ او روزنې له طریقو ځنې دي. «ضَرَبَ لَکُمْ مَثَلاً»

2- چې ځان ته یې نه خوښوئ؛ نورو ته یې هم مه خوښوئ ‏. «هَلْ لَکُمْ… مِنْ شُرَکاءَ»

3- خپل وجدان قاضي کړئ او سر په ګرېوان کې ښکته کړئ؛

تاسې چې د ځان په څېر؛ خو تر لاس لاندې انسانان له ځان سره نه شریکوئ؛ نو څرنګه له الله تعالی سره ناورته او نامشابه، ورشریکوئ؟

تاسې چې ان یوه شېبه شریک یا برخوال نشئ زغملای؛ نو الله تعالی ته څرنګه همېشنی شریک منئ؟!

تاسې چې په رزق کې له ګټنې او برخه اخستنې شریک یا برخوال نه منئ؛ نو الله تعالی ته څرنګه په پنځون کې شریک منئ ‏؟!

تاسې چې د مشابه وګړیو له لاسوهنې وېره لرئ؛ نو څرنګه د الله تعالی په کارونو کې ډبرو او لرګیو ته دخالت ورکوئ؟!

تاسې چې حقیقي مالک نه یاست او شریکباڼۍ ته چمتو نه یئ؛ نو څرنګه ډبرې او لرګي د حقیقي مالک شریک او برخوال ګڼئ؟

4- د برخوال درلودل، د اندېښنې لامل دی ‏. « شُرَکاءَ… تَخافُونَهُمْ»

بَلِ اتَّبَعَ الَّذِینَ ظَلَمُوا أَهْواءَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ فَمَنْ یَهْدِی مَنْ أَضَلَّ اللّهُ وَ ما لَهُمْ مِنْ ناصِرِینَ«29»= هو! [مشرک] ظالمان په ناپوهۍ په خپلو هوسونو پسې تللي دي؛ نو د الله بېلارې كړيو ته به څوك سمه لار وروښيي؟! او دوی ته هېڅ مرستندوى نشته.

 پېغامونه:

1- مشرکان عقل نه کاروي او پر ځان ظلم کوي‏. «لِقَوْمٍ یَعْقِلُونَ بَلِ اتَّبَعَ الَّذِینَ ظَلَمُوا»

2- مشرک د خپل شرک لپاره علمي برهان نه لري او د کږلیچونو سرچینه یې دننني هوسونه دي.

«اِتَّبَعَ… أَهْواءَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ»

3- شرک، پر ځان ظلم کول دي. «اتَّبَعَ الَّذِینَ ظَلَمُوا أَهْواءَهُمْ»

4- انساني لېوالتیاوې رنګارنګ دي. «أَهْواءَهُمْ»

5- الله پاک هغوی بېلاري کوي چې له علم او عقله د لاروۍ پر ځای د خپلو هوسونو لاروي کوي. « اِتَّبَعَ… أَهْواءَهُمْ… أَضَلَّ اللّهُ »

6- مشرک څو ځانګړنې لري:

ظلم: «ظَلَمُوا»

بی منطقي: «بِغَیْرِ عِلْمٍ»

بېلارېتوب: «أَضَلَّ اللّهُ»

د مرستندوی نه درلودل ‏: «ما لَهُمْ مِنْ ناصِرِینَ»

7- ځانپالي ظالمان به یوه ورځ بې څوکه او یوازې پاتې شي‏. « اِتَّبَعَ… أَهْواءَهُمْ… ما لَهُمْ مِنْ ناصِرِینَ. »

فَأَقِمْ وَجْهَکَ لِلدِّینِ حَنِیفاً فِطْرَتَ اللّهِ الَّتِی فَطَرَ النّاسَ عَلَیْها لا تَبْدِیلَ لِخَلْقِ اللّهِ ذلِکَ الدِّینُ الْقَیِّمُ وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ«30»=نو خپل مخ د پالونكي ساهو او توحیدي دين ته یو مخیز ورسم کړه، دا یو پیدایښت دى، چې الله خلک پرې پيدا كړي، په الهي پيدايښت كې ادلون بدلون نشته؛ همدا سم، پايښتی او ټینګ دين دى؛ خو ډېر خلك نه پوهېږي.

ټکي:

* په تېرو آیتونو کې مو ولوستل چې ټولې هستۍ الله تعالی ته غاړه ایښې ده، «کُلٌّ لَهُ قانِتُونَ» او د هستۍ پیل و پای، مَثَل اعلی، عزّت او حکمت د ده دي، شرک بې له خیال او ظلمه بل څه نه دی، دا آیت وايي: نو مخ دې سوچه دین ته ورسم کړه‏.

* فطرت په لغت کې د پیدایښت او د عدم (نیستۍ) د پردې څېرې کول او د یوه موجود د پنځون یا پیدایښت په مانا دی. ته وا، الله تعالی انسان داسې پنځولی چې حق ته ليوال او له باطله زړه توری او خوا توری دی. لکه له زوی سره د مور د مینې په شان چې دا یو ښوونیز چار نه؛ بلکې فطري او غریزي چار دی‏.

* په ‏روایاتونو کې، د «فَأَقِمْ وَجْهَکَ لِلدِّینِ» جمله لمونځ کولو، قبلې، اسلام، اخلاص او توحید ته پر پاملرنې مانا شوی دی‏. [10]

 پېغامونه:

1- باید د ټولنې دیني مشر په پیل کې حق ته خپله بشپړه لیوالتیا زباد کړي او روسته نورو ته لار وښيي‏. «فَأَقِمْ وَجْهَکَ لِلدِّینِ»

2- انسان په ذات کې دین ته لېوال او حق پلوی دی ‏. «لِلدِّینِ حَنِیفاً فِطْرَتَ اللّهِ الَّتِی فَطَرَ النّاسَ عَلَیْها»

3- دهغې ډلې د انګېرنې پرخلاف چې وايي: انسان د یوه تش لوښي په څېر دی چې په حق یا باطلو دودونو او فکارو ډکېږي او سیاسي، اقتصادي او ټولنیز نظامونه ورته رنګ ورکوي؛ خو الله تعالی د حق پېژندنه او حق ته لېوال کېدنه د امانت په توګه ورسپارلې ده ‏. «فِطْرَتَ اللّهِ…»

4- داچې دین فطري دی؛ نو مانا یې دا نه ده چې د دین په لار کې دې هڅه او زیار ونشي‏. « فَأَقِمْ… فِطْرَتَ اللّهِ»

5- بېلاري یو رنځ دی؛ ځکه حق دین ته لېوالتیا د هر انسان په خټه کې اغږل شوې‏. «فَطَرَ النّاسَ عَلَیْها»

6- فطري دین، ثابت او پایښتی دی. «فَطَرَ النّاسَ عَلَیْها… ذلِکَ الدِّینُ الْقَیِّمُ»

7- تکوین او تشریع یو له بل سره همغږي دي ‏. « فَطَرَ النّاسَ عَلَیْها… ذلِکَ الدِّینُ الْقَیِّمُ»

8- د دین پر لار تګ د فطرت پر لار تګ دی ‏. « فَأَقِمْ…. فِطْرَتَ اللّهِ»

9- د انسان فطري چارې کمېږي او زیاتېږي؛ خو په ټولیز ډول له منځه نه ځي‏. «لا تَبْدِیلَ لِخَلْقِ اللّهِ»

10- حق ته لیوالتیاوې چې د انسان په خټه کې اغږل شوي، د مکان او زمان په بدلېدو نه بدلېږي‏. «لا تَبْدِیلَ لِخَلْقِ اللّهِ»

11- هر ډول ‏سیاسي ‏، اقتصادي، ټولنیز، توکمیز یا، نژادی او اقلیمي ليوالتیاوې که د انسان له دننه سرچینه وانخلي؛ نو پایښتې نه دي‏. «ذلِکَ الدِّینُ الْقَیِّمُ»

12- اسلام، یوازینې پایښتې دین دی‏. «ذلِکَ الدِّینُ الْقَیِّمُ»

مُنِیبِینَ إِلَیْهِ وَ اتَّقُوهُ وَ أَقِیمُوا الصَّلاهَ وَ لا تَکُونُوا مِنَ الْمُشْرِکِینَ«31» = (تاسې هم د هماغه فطرت او پیدایښت له مخې) هغه ته ورمخه کړئ او ترې ووېرېږئ او لمونځ وكړئ او له مشركانو مه کېږئ؛

مِنَ الَّذِینَ فَرَّقُوا دِینَهُمْ وَ کانُوا شِیَعاً کُلُّ حِزْبٍ بِما لَدَیْهِمْ فَرِحُونَ«32»=له هغو خلکو (مه وسئ) چې خپل دين یې ټوټه ټوټه كړ او ډلې ډلې شول او (هېښنده خو لا دا) له هرې ډلې سره، چې څه دي (زړه يې ورپورې تړلى او) په هماغه خوشحاله دي!

ټکي:

* د «مُنِیبِینَ» کلمه له «انابه» څخه د بیا بیا او پرله پسې رجوع یا مخه کونې په مانا دی‏.

* په تېر آیت کې یې پېغمبر ته وویل ‏: «فَأَقِمْ وَجْهَکَ»، خو په دې آیت کې ټولو خلکو ته د انابې او الله تعالی ته د ورمخه کونې حکم کوي‏. «مُنِیبِینَ إِلَیْهِ»

 پېغامونه:

1- دین ته فطري او دنننۍ لېوالتیا په دعاوو، انابه، تقوا او لمونځ راوغوړوئ ‏. « مُنِیبِینَ إِلَیْهِ… »

2- تقوا او لمونځ له فطرت سره په لیکه کې دي ‏. « فِطْرَتَ اللّهِ… وَ اتَّقُوهُ وَ أَقِیمُوا الصَّلاهَ»

3- توبه و انابه، باید له ګناه څخه د ډډې او د واجباتو له ترسره کونې سره یوځای وي. «مُنِیبِینَ… وَ اتَّقُوهُ وَ أَقِیمُوا الصَّلاهَ»

4- د توبې، تقوا او لمونځ په سیوري کې، له شرک او تفرقې د لرېوالي ځواک پیدا کولای شئ. « مُنِیبِینَ إِلَیْهِ… وَ لا تَکُونُوا مِنَ الْمُشْرِکِینَ»

5-هغه وګړیز عبادت کارسازی دی، چې دیني تفرقې ته ورشا کړي ‏. « لا تَکُونُوا… مِنَ الَّذِینَ فَرَّقُوا»

6- لمونځ کول په انسان کې د تقوا د روح ‏څرک دی‏. «وَ اتَّقُوهُ وَ أَقِیمُوا الصَّلاهَ»

7- شرک یوازې د لمر، سپوږمۍ او بوت نمانځنه نه ده، هر څوک چې د الله تعالی په دین کې د تفرقې او شخړې لامل شي؛ نو مشرک دی. «مِنَ الْمُشْرِکِینَ مِنَ الَّذِینَ فَرَّقُوا دِینَهُمْ»

8-مشرکان په خلکو کې ‏د دیني شخړې او تفرقې د رامنځته کونې په لټه کې دي‏. « اَلْمُشْرِکِینَ… اَلَّذِینَ فَرَّقُوا دِینَهُمْ»

9- دیني شخړې ‏او جنجالونه، د توبې، تقوا او لمانځه د روح او فطرت د راغوړونې خنډ دي‏. «فَرَّقُوا دِینَهُمْ»

10- کله نا کله ډلپالي او څه چې لرو د زړه تړل پرې، موږ له حق پالنې لرې کوي‏. «کُلُّ حِزْبٍ بِما لَدَیْهِمْ فَرِحُونَ»

وَ إِذا مَسَّ النّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ مُنِیبِینَ إِلَیْهِ ثُمَّ إِذا أَذاقَهُمْ مِنْهُ رَحْمَهً إِذا فَرِیقٌ مِنْهُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِکُونَ«33»= او چې کله خلکو ته څه زيان ورسي؛ نو خپل پالونكی بلي او توبه ورته وباسي (خو) بیا چې (الله) له خپلې لورنې څه وروڅكي (نو) یو دم يوه ډله یې د خپل پالونكي په هکله شرک کوي.

 پېغامونه:

1- زیانونه زموږ له خوا دي؛ خو رحمتونه د الله تعالی له لوري دي. «مَسَّ النّاسَ ضُرٌّ – مِنْهُ رَحْمَهً»

2- ځینې په سختیو او مصیبتونو کې الله تعالی یادوي؛ خو مؤمن باید په هر حال کې الله تعالی یاد کړي‏. «ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ مُنِیبِینَ»

3- الله تعالی ته د ورمخه کونې د فطري والي نښه دا ده، چې کله هم سختۍ او فشارونه د غفلت دوړې هاخوا کړي، انسان د هغه لوري ته مخه کوي. « فِطْرَتَ اللّهِ… إِذا مَسَّ النّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ»

4- انسان، کم ظرفیّته او کمزوری دی، په لږ زیان چغې او کوکې وهي او د رحمت په څکلو غافلېږي‏. « ضُرٌّ دَعَوْا – رَحْمَهً… یُشْرِکُونَ»

5-هوساینه غفلت ته لاره هواروي. « أَذاقَهُمْ مِنْهُ رَحْمَهً… یُشْرِکُونَ»

6- ځینې انسانان نامنندویه دي. ‏(همدا چې رحمت وڅکي، د شکر پر ځای، شرک کوي‏.) «أَذاقَهُمْ مِنْهُ رَحْمَهً… یُشْرِکُونَ»

7- د تش لاسي، تنګلاسي، اندېښمن او مضطرّ دعا قبلېږي‏. « ضُرٌّ دَعَوْا… أَذاقَهُمْ مِنْهُ رَحْمَهً»

8- د بشر ژوند د تراخو او خوږو ګډوله ده ‏. « ضُرٌّ… رَحْمَهً»

لِیَکْفُرُوا بِما آتَیْناهُمْ فَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ«34»=(پرېږده) چې دوی زموږ پر وركړيو نعمتونو ناشكري وكړي! او (څومره یې چې له وسې كېږې، د دنيا له ژر تېرو نعمتونو) ګټه واخلي؛ خو ژر به پوه شي (چې د ناشكرۍ او بې کچه مزو چړچو پايله څه ده)!

أَمْ أَنْزَلْنا عَلَیْهِمْ سُلْطاناً فَهُوَ یَتَکَلَّمُ بِما کانُوا بِهِ یُشْرِکُونَ«35»=ايا موږ كوم پر دوی داسې لاسوند نازل کړی، چې د دوى د شرک (د سموالي) په باب خبره کوي (او مخونه ورکړي)؟!

 پېغامونه:

1- شرک، د کفر او ناشکرۍ پلو ته یو ګام دی. «یُشْرِکُونَ لِیَکْفُرُوا» شرک ته بېرته ورګرځېدنه، یو ډول د نعمت ناشکري ده.

2- بېلارو ته مهلت ورکول، له الهي کړلارو او برنامو ځنې دی‏. «فَتَمَتَّعُوا»

3- په ارشاد او تبلیغ کې کله نا کله ګواښ او غندنه اړینه ده. «فَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ» سره له دې چې څو څراغونه ورسره؛ خو بیا هم بېلارې درومي، پرېږده چې راوغورځي او خپله سزا وویني‏.

4- د ستغو ګواښونو ترڅنګ بیا هم له منطق څخه غافل نشو‏. «فَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ أَمْ أَنْزَلْنا عَلَیْهِمْ سُلْطاناً»

5- د الله تعالی په اړه هغه ګروهه حق او د منلوړ ده چې د الله تعالی د تایید وړ وي‏. «أَمْ أَنْزَلْنا عَلَیْهِمْ سُلْطاناً»

6- نه شرک دلیل لري او نه هم مشرک کوم منطق. «أَمْ أَنْزَلْنا عَلَیْهِمْ سُلْطاناً»

7- دلیل باید څرګند وي ‏. «سُلْطاناً فَهُوَ یَتَکَلَّمُ»

8- شونې ده غیر الله ته پاملرنه هر چا ته ورپېښه شي؛ خو تلتیا یې خطرناکه ده ‏. «کانُوا بِهِ یُشْرِکُونَ»

وَ إِذا أَذَقْنَا النّاسَ رَحْمَهً فَرِحُوا بِها وَ إِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَهٌ بِما قَدَّمَتْ أَیْدِیهِمْ إِذا هُمْ یَقْنَطُونَ«36»= او چې كله خلكو ته د څه لورنې (خوند) وروڅكو؛ نو پرې وياړي او كه د خپلو كړنو له لامله څه كړاو ورورسي؛ نو يو دم نهيلېږي.

 پېغامونه:

1- انسان، اغېزمنېدونی او انفعالي شخصیت لري. « فَرِحُوا… یَقْنَطُونَ»

2- رحمت د الله تعالی له لوري دی او کړاوونه زموږ د خپلو کړنو له لامله دي‏. «أَذَقْنَا النّاسَ رَحْمَهً – سَیِّئَهٌ بِما قَدَّمَتْ أَیْدِیهِمْ»

3- له الله تعالی لرې انسان، منځتشی، پوچ او کم ظرفیته وي؛ په لږ نعمت مستېږي او په لږ غم او ترخه په ټپه درېدلي حالت ته رسي‏. [11] «رَحْمَهً فَرِحُوا – سَیِّئَهٌ… یَقْنَطُونَ»؛ خو الله تعالی له خلکو داسې زغم او ظرفیت غواړي چې د نعمتونو له لاسه ورکونه یې اندېښمن نه کړي او د نعمتونو لاس ته راوړنه یې مست نه کړي. «لِکَیْلا تَأْسَوْا عَلی ما فاتَکُمْ وَ لا تَفْرَحُوا بِما آتاکُمْ»[12]

4- له رحمته برخمنېدل پرېکنده او قطعي دي؛ خو پر سختیو او مصیبتونو اخته کېدل پرېکنده نه دي‏. «إِذا… إِنْ… » (له رحمته د برخمنېدو لپاره د ‏«اذا» کلمه کارول شوی چې د پرېکنده یا قطعي ترسره کېدنې پر مانا ده؛ خو پر مصیبت اخته کېدنې لپاره د «ان» کلمه کارول شوې چې د ناپرېکنده توب او غیرې قطعي والي پر مانا دی ‏.)

 

أَ وَ لَمْ یَرَوْا أَنَّ اللّهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَشاءُ وَ یَقْدِرُ إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیاتٍ لِقَوْمٍ یُؤْمِنُونَ«37»= ايا پوه شوي نه دي، د الله چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وبولي)، روزي يې پراخوي او يا (یې) تنګوي؟! بېشكه په دې (پراخۍ او تنګۍ) كې ايمانوالو ته عبرتونه دي.

ټکي:

* د «یَقْدِرُ» کلمه له ‏قدر» څخه، هم د اندازه ګیرۍ پر مانا او هم د سخت ګیرۍ پر مانا ده؛ خو داچې دلته له «یَبْسُطُ» سره په څنګ کې راغلې؛ نو مراد ترې تنګي او سختي ده.

 پېغامونه:

1- دې ته پاملرنه چې رزق د الله تعالی په لاس کې دی؛ نو انسان له نهیلۍ ژغوري.

«یَقْنَطُونَ أَ وَ لَمْ یَرَوْا»

2- انسان باید د معاش لپاره هڅه وکړي؛ خو پوه دې شي چې د معیشت تقدیر د الله تعالی په لاس کې دی. «اللّهَ یَبْسُطُ – یَقْدِرُ»

3- د قرآن په هر ځای کې د روزۍ پراختیا تر تنګوالي یې مخکې اوڅار شوې او دا د الله تعالی د پراخ رحمت نښه ده. «یَبْسُطُ – یَقْدِرُ»

4- د روزۍ پراختیا دې د خپلې ځېرکتیا له کبله و نه ګڼو ‏. «أَنَّ اللّهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ»

5- که د روزۍ پراختیا او تنګوالی د هغه په لاس کې دی؛ نو دې دومره حرص ته څه اړتیا ده‏؟ « أَنَّ اللّهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ… وَ یَقْدِرُ »

6- یوازې ایمانوال، د الله تعالی په روزي رسانۍ کې له دقته، درس او عبرت اخلي.

(خو غافلین هر څه سطحي او سرسري ګڼي.) «لَآیاتٍ لِقَوْمٍ یُؤْمِنُونَ»

فَآتِ ذَا الْقُرْبی حَقَّهُ وَ الْمِسْکِینَ وَ ابْنَ السَّبِیلِ ذلِکَ خَیْرٌ لِلَّذِینَ یُرِیدُونَ وَجْهَ اللّهِ وَ أُولئِکَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ«38»= نو د خپلوانو، تنګلاسو او مسافرو حق وركړه، دا هغوى ته غوره ده، چې د الله رضا غواړي او همدا دوى بريالي دي.

 

ټکي:

* په روایاتو کې راغلي‏: چې دا آیت نازل شو؛ نو ‏پېغمبر اکرم، فدک حضرت زهرا ته وبښه‏.[13]

* که څه د آیت خطاب پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ته دی؛ خو ټول خلک یې مخاطب دي‏.

* له «وَجْهَ اللّهِ» څخه مراد په انفاق کې نږه نیت دی؛ لکه څرنګه چې د اهل بیتو د انفاق په اړه لولو‏: «إِنَّما نُطْعِمُکُمْ لِوَجْهِ اللّهِ» [14]

 پېغامونه:

1- شتمنیو او د اموالو مالک الله تعالی دی، د مال د لګښت ځایونه هم باید الله تعالی مشخص کړي ‏. «فَآتِ»

2- په انفاق او مرسته کې، خپلوان تر نورو لومړیتوب لري‏. « ذَا الْقُرْبی… وَ الْمِسْکِینَ… »

3- خپلوان پر انسان او د انسان پر شتمنیو حق او حقوق لري‏. «حَقَّهُ» هو، خپلوي د حقوقو د راپېدا کېدنې زمینه ده‏.

4- دیني حکم له طبیعي عواطفو سره همغږی دی. د نشتمنو خپلوانو د لاسنیوۍ حکم، هماغه د انسان عاطفي غوښتنه ده. « فَآتِ ذَا الْقُرْبی حَقَّهُ… »

5-بیوزلي او محرومان د مړو او شتمنو په مال کې حق لري او د حق په ورکړه کې پرې منت او احسان ونشي‏. «حَقَّهُ»

6- اسلام د مستضعفینو ملاتړی دی او اسلامي واکمن د مسلمانانو له ټولنې د فقر د لرې کونې مسول دی. (نوځکه پېغمبر د اسلامي واکمن په توګه مخاطب شوی دی‏). «فَآتِ… وَ الْمِسْکِینَ… »

7- ان د هغو مړو او شتمنو هم باید ملاتړ وشي، چې په لنډمهاله توګه بې پېسو کېږي. ‏ «وَ ابْنَ السَّبِیلِ»

8- د نورو د حقوقو ورکړه ارزښت دی، نه د پېسو او شتمنیو راټولونه ‏. «ذلِکَ خَیْرٌ»

9- شتمني، الله تعالی ته د ورنژدېوالي او تقرب وسیله کېدای شي ‏. « فَآتِ ذَا الْقُرْبی حَقَّهُ… یُرِیدُونَ وَجْهَ اللّهِ»

10- د نورو پر انفاق، د اسلامي انفاق امتیاز، الله تعالی ته د ورنژدې کېدو نیت دی. « یُرِیدُونَ وَجْهَ اللّهِ»

11- پر نېکیو امر باید له هڅونې سره یوځای وي ‏. «ذلِکَ خَیْرٌ… هُمُ الْمُفْلِحُونَ»

12- بریالیتوب له نږه عمل سره تړلی دی‏. «یُرِیدُونَ وَجْهَ اللّهِ وَ أُولئِکَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ»

 

وَ ما آتَیْتُمْ مِنْ رِباً لِیَرْبُوَا فِی أَمْوالِ النّاسِ فَلا یَرْبُوا عِنْدَ اللّهِ وَ ما آتَیْتُمْ مِنْ زَکاهٍ تُرِیدُونَ وَجْهَ اللّهِ فَأُولئِکَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ«39»= او څه چې تاسې د سود (په نيت) وركوئ، چې د خلكو له مالونو ستاسې ګټه زياته کړي؛ نو (په حقيقت کې) د الله په نزد نه زياتېږي [او څه برکت نه لري]؛ خو د الله د خوښۍ لپاره، چې هر زکات وركوئ (د بركت لامل دى او) هغوى چې دغسې كوي؛ نو همدا دوى (د خپلو مالونو) زياتوونكي دي.

 پېغامونه:

1- د پېسو مقدار او کمیت مهم نه دی، د ورکړې نیت او موخه یې مهمه ده‏. « مِنْ رِباً… مِنْ زَکاهٍ»

2- هغه ګټه چې له ربا څخه لاس ته راځي، کاذبه او ظاهري ده او د الله تعالی پر وړاندې رښتینې نه ده‏. «فَلا یَرْبُوا عِنْدَ اللّهِ»

3- د اسلام امتیاز په دې کې دی، چې د بېوزلو او محرومانو د فقر پر له منځه وړنې سربېره، د پېسو ورکوونکیو مانیزې – معنوي ودې ته هم پاملرنه کوي. «تُرِیدُونَ وَجْهَ اللّهِ»

4- اخلاص ته پاملرنه یوه جدي مساله ده او باید په ټینګار وویل شي؛ ځکه بې الهي انګیزې او نیته کار او زیار ارزښت نه لري‏. «تُرِیدُونَ وَجْهَ اللّهِ» («وَجْهَ اللّهِ»، په دې آیت او تېر آیت کې تکرار شوی دی ‏.)

5- د الله تعالی لپاره د زکات ورکړه، د ودې او زیاتېدنې لامل ګرځي ‏. «زَکاهٍ تُرِیدُونَ وَجْهَ اللّهِ فَأُولئِکَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ»

6- مؤمن باید د ګټې و تاوان، دنیا و آخرت، وګړي و ټولنې او جسم و روح یوځای حساب وکړي. ‏(که څه په توکیز – مادي لید کې د زکات ورکړه د مال د کمښت لامل دی؛ خو په ټولنې کې د فقر له منځه وړنه، پر دنیا زړه نه تړنه او اخرت ته زېرمه، د زکات ورکوونکي پر ګټه دي‏.) «فَأُولئِکَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ»

7- اخلاص د انسان مقام لاپسې لوړوي او هسکې څوکې ته یې رسوي. (د «تُرِیدُونَ وَجْهَ اللّهِ» خطاب پر ځای باید ووايي ‏: «أنتم المضعفون» خو وايي ‏: «فَأُولئِکَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ»، ته وا، یوې هسکې څوکې ته رسېدلي دي.)

اَللّهُ الَّذِی خَلَقَکُمْ ثُمَّ رَزَقَکُمْ ثُمَّ یُمِیتُکُمْ ثُمَّ یُحْیِیکُمْ هَلْ مِنْ شُرَکائِکُمْ مَنْ یَفْعَلُ مِنْ ذلِکُمْ مِنْ شَیْءٍ سُبْحانَهُ وَ تَعالی عَمّا یُشْرِکُونَ«40»= “الله” هغه (ذات) دى، چې تاسې یې پيدا كړئ، بيا يې روزي دركړه، بيا مو مړه كوي، بيا مو راژوندي كوي؛ ايا له الله سره مو، چې كوم سيالان نيولي، له دغو (څلور واړو) چارو كومه يوه كړاى شي؟! هغه پاك دى او له هغه څه اوچت دى، چې دوى يې ورسره شريكوي.

ټکي:

* په دې آیت کې څلور الهي صفاتو ته اشاره شوې، چې هر یو یې ځان ته د انسان غاړه ايښوونې او تعبد ته بسیا دي، د انسان پنځون د انسان د بندګۍ د لزوم لپاره خپلواک دلیل دی‏. «اعْبُدُوا رَبَّکُمُ الَّذِی خَلَقَکُمْ»[15] د الله تعالی له خوا راته ‏د روزۍ راکړه، د بندګۍ د لزوم دلیل دی‏. «فَلْیَعْبُدُوا رَبَّ هذَا الْبَیْتِ. اَلَّذِی أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ»[16] مړه کول او ژوندي کول هم هر یو الله تعالی ته د انسان د غاړه ایښوونې او تعبد د لزوم دلیل دی ‏ «اللّهُ الَّذِی خَلَقَکُمْ ثُمَّ رَزَقَکُمْ ثُمَّ یُمِیتُکُمْ ثُمَّ یُحْیِیکُمْ»

 پېغامونه:

1- مړینه و ژوند، تېر، حال او راتلونکی او رزق و روزي مو د الله تعالی په لاس کې ده‏.

«خَلَقَکُمْ، رَزَقَکُمْ، یُمِیتُکُمْ، یُحْیِیکُمْ»

2- تېر کارونه، پر راتلونکیو کارونو د الله تعالی د ځواک دلیل دی. (پنځول، روزي ورکول او مړه کول، تر مړینې روسته د انسان پر ژوندي کولو د الله تعالی د ځواک نښه ده ‏) «خَلَقَکُمْ – رَزَقَکُمْ – یُمِیتُکُمْ – یُحْیِیکُمْ»

3- په ښوونه او تبلیغ کې پرتلندود له غوره دودونو دي‏. (اَللّهُ الَّذِی خَلَقَکُمْ ثُمَّ رَزَقَکُمْ… هَلْ مِنْ شُرَکائِکُمْ)

4- په پوښتنه، وجدانونه راويښ کړئ ‏. «هَلْ مِنْ شُرَکائِکُمْ مَنْ یَفْعَلُ… »

5-ناالهي ځواکونه خپلواکي نه لري، نه یوازې د سترو کارونو له ترسره کونې، بلکې د خورا کوشني موجود له پنځونې هم عاجز دي‏. «مِنْ شَیْءٍ»

6- ‏د پنځونې وسایل، اسباب، مقدّمات او شرایط یو هم د الله تعالی شریک و نه ګڼو‏. «سُبْحانَهُ وَ تَعالی عَمّا یُشْرِکُونَ»

7- شرک، د الله تعالی د مقام سپکاوی دی او انسان باید هغه له هر ډول شریکه، برتر، پاک او غوره وګڼي‏. «سُبْحانَهُ وَ تَعالی»

8-شرک چې په هر نامه، نښې او بڼه وي، باطل او د غندنې وړ دی‏. «عَمّا یُشْرِکُونَ»

ظَهَرَ الْفَسادُ فِی الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ بِما کَسَبَتْ أَیْدِی النّاسِ لِیُذِیقَهُمْ بَعْضَ الَّذِی عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ«41»= د خلکو د كړنو له لامله، په وچه او لمده كې فساد څرګند شو، چې (الله) د دوی د ځينو کړنو (سزا) وروڅكي! ښايي (د حق لوري ته) راستانه شي.

ټکي:

* امام صادق  رحمة الله علیه وايي ‏: « په وچه او لمده کې د خوځندو ژوند په ورښت پورې تړلی، که باران و نه ورېږي، په وچه او سمندر کې فساد رامنځته کېږي او همداچې د انسان ګناهونه ډېر شي، باران نه اوري‏». [17]

* د شوری سورت په ۳۰ ام آیت کې لولو‏: «ما أَصابَکُمْ مِنْ مُصِیبَهٍ فَبِما کَسَبَتْ أَیْدِیکُمْ وَ یَعْفُوا عَنْ کَثِیرٍ = او چې هر (ډول) مصيبت دررسي؛ نو لامل يې ستاسې خپلې لاس ته راوړنې دي او (الله مو) له ډېرو (ګناهونو) تېرېږي. ». (که د ټولو کارونو سزا درکړي؛ نو د ځمکې پر مخ به څوک هم پاتې نشي). ځینې دنیوي سختۍ او مصیبتونه د انسان د ګناهونو سزا ده.

 پېغامونه:

1- شرک، پر ځمکه د تباهۍ او فساد لامل دی ‏. «عَمّا یُشْرِکُونَ – ظَهَرَ الْفَسادُ»

2- د انسان کړنې، پر طبعیت اغېز پرېباسي. د انسان ناروا کړنې له اوبو او خاورې د ګټنې خنډ ګرځي او د پیکه ښکارندو د پیدا کېدو لامل دی‏. «ظَهَرَ الْفَسادُ فِی الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ بِما کَسَبَتْ أَیْدِی النّاسِ»

3- د چاپېریال ککړتیا، د انسان د کړنې له کبله ده. « ظَهَرَ الْفَسادُ… بِما کَسَبَتْ… »

4- ټولې سزاوې قیامت ته نه پرېښودل کېږي؛ بلکې ځینې په همدې دنیا کې عملي کېږي‏. «لِیُذِیقَهُمْ بَعْضَ الَّذِی»

5- هلته چې موخه، ګواښ او سمونه وي؛ نو کله نا کله لږه تنبیه هم بسیا وي‏. «لِیُذِیقَهُمْ بَعْضَ الَّذِی عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ»

6- د ځینو ګناهونو د سزا موخه، توبه او راستنېدنه ده‏. «لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ» (باید له آفتونو او بلاګانو درس واخلو)

قُلْ سِیرُوا فِی الْأَرْضِ فَانْظُرُوا کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الَّذِینَ مِنْ قَبْلُ کانَ أَکْثَرُهُمْ مُشْرِکِینَ«42»= ووايه: ((پر ځمكه وګرځئ او وګورئ، چې د تېرو قومونو پایله څنګه وه، چې ډېر يې مشركان ول (او د خپل شرك له لامله هلاك شول.)))

 پېغامونه:

1- اسلام د موخنې ګرځندوینې سپارښتنه کوي‏. « قُلْ سِیرُوا… »

2- د راتلونکیو لپاره د عبرتناکو آثارو ساتنه اړینه ده ‏. «سِیرُوا – فَانْظُرُوا»

3- تاریخ د پېژندنې له سرچینو دی. د تاریخ لوست او د تېرو له پېښو ګټنه، د راتلونکي لارې څراغ دی. «فَانْظُرُوا»

4- پر تاریخ واکمن قوانین ثابت دي. (د پرونیو پېښو د علتونو د څېړنې له لارې، د نننۍ ورځې لار پېژندای شو ‏.) «فَانْظُرُوا»

5-هغه ټولنه چې زیاتره یې بېلاري وي؛ نو پر الهي پرغز- قهر به اخته شي، که څه یو شمېر نېکان هم پکې وي. «أَکْثَرُهُمْ مُشْرِکِینَ» (چې کله هم په یوې سیمې کې ډېره کي یې فاسد شول؛ نو جهاد یا هجرت ترې لازم دی‏.)

فَأَقِمْ وَجْهَکَ لِلدِّینِ الْقَیِّمِ مِنْ قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَ یَوْمٌ لا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللّهِ یَوْمَئِذٍ یَصَّدَّعُونَ«43» = نو د خپل زړه مخ سم دين ته ورمخ کړه، مخكې تردې چې هغه ورځ راشي، چې د الله له لوري يې بيخي ستنول نشته، پر هغه ورځ (خلك) په [جنتي او دوزخي] ډلو وېشل کېږي.

ټکي:

* «یَصَّدَّعُونَ» له «صدع» ځنې د ماتونې او خورو ورېدو پر مانا دی. دلته یې موخه هغه ورځ ده چې مؤمنین له بېلاریو ځنې جلا کېږي او هر یو یې یوې خوا ته درومي‏.

 پېغامونه:

1- هم باید دین ټینګ، پایښتی او منطقي او هم باید دیندار جدي او عاشق وي‏. « فَأَقِمْ… لِلدِّینِ الْقَیِّمِ »

2- دین ته پاملرنه باید د کارونو زڼی او له ټول وجود سره وي، نه داچې څنډې ته او د کرکې له مخې وي‏. «فَأَقِمْ وَجْهَکَ لِلدِّینِ»

3- د اسلام دین د ټولو وګړیزو او ټولنیزو ګټو وټو خوندي کوونکی دی‏. «لِلدِّینِ الْقَیِّمِ»

4- له فرصتونو ګټنه وکړئ‏. « فَأَقِمْ… قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَ»

5- که د قیامت خطرونو ته پاملرنه وکړو؛ نو دینداري به مو جدي شي ‏. « فَأَقِمْ… قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَ یَوْمٌ… »

6- دین ته سمه ورمخه کونه او عمل پرې کول، په قیامت کې د ژغورنې لامل دی‏. « فَأَقِمْ وَجْهَکَ… قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَ یَوْمٌ… »

 

مَنْ کَفَرَ فَعَلَیْهِ کُفْرُهُ وَ مَنْ عَمِلَ صالِحاً فَلِأَنْفُسِهِمْ یَمْهَدُونَ«44»=څوك چې كافر شي؛ نو كفر يې پر خپل (زيان) دى او څوک چې نېکچاري کوي؛ نو ځان ته يې وړاند اندنه کړې ده.

لِیَجْزِیَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ لا یُحِبُّ الْکافِرِینَ«45»= چې (الله) ايمانوالو او نېکانو ته له خپلې لورنې بدله وركړي (ځکه) چې كافران یې ښه نه ایسي.

ټکي:

* په تېر آیت کې یې وویل: په قیامت کې به خلک خواره واره او په بېلابېلا ډلو کې یو له بله جلا کېږي، دا آیت هغه بیلتون تشریح کوي چې هر یو ایمانوال او کافر ته به خپله خپله سزا ورسي‏.

* «یَمْهَدُونَ» له «مهد» ځنې د هغه ځای پر مانا دی چې دمې ته جوړ شوی وي او دلته د لارې هوارونې او چمتو کوونې په مانا دی‏.

 پېغامونه:

1- انسان د اختیار خاوند دی او ایمان او کفر پخپله ټاکي‏. «مَنْ کَفَرَ – مَنْ عَمِلَ»

2- هڅونه او رټنه دواړه لازم دي. «فَعَلَیْهِ کُفْرُهُ – فَلِأَنْفُسِهِمْ»

3- د خلکو کفر او ایمان پر الله تعالی اغېز نه کوي. «فَعَلَیْهِ کُفْرُهُ – فَلِأَنْفُسِهِمْ یَمْهَدُونَ»

4- ایمان او نېک عمل دې تاسې مغرور نه کړي؛ ځکه د هر نعمت ترلاسه کول، د الله تعالی فضل وي‏. « لِیَجْزِیَ… مِنْ فَضْلِهِ»

5-کفر په یوازې ځان د بدمرغۍ لامل دی، که څه کوم ناوړه کار هم ونکړي؛ خو ایمان په یوازې ځان کافي نه دی او نېک عمل ورسره اړین دی‏. «مَنْ کَفَرَ – آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ»

6- په ‏قیامت کې به الهي فضل هغه کسان رانغاړي چې ایمانوال او نېکچاري وي، نه نور‏. «لِیَجْزِیَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ مِنْ فَضْلِهِ»

7- جنت ته د تګ لپاره یوازې ایمان کافي نه؛ بلکې نېک عمل هم اړین دی‏. «آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ»

وَ مِنْ آیاتِهِ أَنْ یُرْسِلَ الرِّیاحَ مُبَشِّراتٍ وَ لِیُذِیقَکُمْ مِنْ رَحْمَتِهِ وَ لِتَجْرِیَ الْفُلْکُ بِأَمْرِهِ وَ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَ لَعَلَّکُمْ تَشْکُرُونَ«46»= او د الله (د برمیالۍ) له نښو داده، چې [د رحمت د بارانونو] زېرګري بادونه لېږي، چې د خپلې لورنې يوه برخه دروڅكي (او خړوب مو كړي) او چې په حكم يې بېړۍ روانې شي او له فضله يې د خپلې روزۍ په لټه کې شئ او ښايي منندوى (يې) شئ.

ټکي:

* د «ریح» کلمه د تیزو او زیانمنو ‏بادونو او د «ریاح» کلمه د ګټورو بادونو لپاره کارېږي. له رسول الله ‏صلی الله علیه و آله څخه روایت شوي‏:

«اللهم اجعلها ریاحا و لا تجعله ریحا» پالونکیه ‏! دا باد راګټور کړې او زیانمن یې نه کړې‏.[18]

* د باد ځینې ګټې دا دي‏: د وریځو لېږدول او یو له بل سره یې نښلول، د یخنۍ او ګرمۍ تعدیل او انډولول، د هوا چاڼول او د سالمې هوا ځای پر ځای کول، انسانانو ته د اکسیجن او بوټو ته د کاربن رسول، د بوټو تلقیح او دوه ځاني کول، د بېړیو حرکت، د برېښنا تولید، شاوخوا ته د تخمونو خورونه او…

 پېغامونه:

1- څه هم په تصادفي توګه نه رامنځته کېږي، ان د بادونو لګېدل هم د حکیم الله تعالی په اراده دي‏. «یُرْسِلَ الرِّیاحَ»

2- څه چې د بادونو له برکاتو ترلاسه کوو، د الله تعالی د رحمتونو یوه برخه ده. «مِنْ آیاتِهِ… مِنْ رَحْمَتِهِ »

3- په سمندر کې د بېړۍ تګ د ماڼو په لاس کې نه؛ بلکې د الله تعالی په لاس کې دی! «لِتَجْرِیَ الْفُلْکُ بِأَمْرِهِ» دا الله دی چې د طبعیت د قوانینو په وضع کولو یې پر اوبو د بېړۍ تګ ته لار هواره کړې ده.

4- حلالې روزۍ ته هڅه، د قرآن سپارښتنه ده ‏. «لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ»

5-باد هم داسې یو نعمت دی، چې شکر یې ایستل پکار دي، که څه پاملرنه ورته نه لرو‏. «لَعَلَّکُمْ تَشْکُرُونَ»

وَ لَقَدْ أَرْسَلْنا مِنْ قَبْلِکَ رُسُلاً إِلی قَوْمِهِمْ فَجاؤُهُمْ بِالْبَیِّناتِ فَانْتَقَمْنا مِنَ الَّذِینَ أَجْرَمُوا وَ کانَ حَقًّا عَلَیْنا نَصْرُ الْمُؤْمِنِینَ«47»=او په رښتيا موږ تر تا مخكې استازي خپلو خپلو قومونو ته ورلېږلي ول؛ نو څرګند دلایل يې وروړل؛ خو(چې نصيحتونو اغېز و نه کړ او له انکار سره مخ شول؛ نو له) مجرمانو مو غچ واخست (او له مؤمنانو سره مو مرسته وكړه) او له مؤمنانو سره مرسته راباندې یو حق دی.

ټکي:

* په دې آیت کې څلور الهي کړلارې ویل شوي دي:

الف: د پېغمبر د رالېږنې قانون ‏.

ب: د انبیاوو د معجزې درلودنې قانون‏.

ج: د مجرمانو سزا ‏.

د: د مؤمنانو مرسته یا نصرت ‏

* له مؤمنانو سره د مرستې یا ‏نصرت مساله په قرآن کې بیا ځلي مطرح شوې چې له دې ځنې ‏:

الف: که له الله تعالی سره مرسته وکړئ، هغه به یې هم درسره وکړي‏. «إِنْ تَنْصُرُوا اللّهَ یَنْصُرْکُمْ»[19]

ب: هغوی چې زموږ په لار کې زیار او مجاهده کوي، موږ به هم خپلې لارې وروښیو‏. «وَ الَّذِینَ جاهَدُوا فِینا لَنَهْدِیَنَّهُمْ سُبُلَنا»[20]

ج: موږ به هرو مرو له پېغمبرانو او مؤمنانو سره مرسته وکړو‏. «إِنّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنا وَ الَّذِینَ آمَنُوا»[21]

د: پرهېزګاران ښه عاقبت لري ‏. «وَ الْعاقِبَهُ لِلْمُتَّقِینَ[22]

* پېغمبر ‏صلی الله علیه و آله روستی پېغمبر دی، تر ده روسته بل پېغمبر نشته؛ نو له دې مخې د «مِنْ قَبْلِکَ» کلمه مکرره په قرآن کې راغلې؛ خو د ‏«مِنْ بَعْدِکَ» کلمه نه ده راغلې‏.

 پېغامونه:

1- له تاریخ سره آشنایی، د ډاډ لامل دی‏. «مِنْ قَبْلِکَ رُسُلاً – فَانْتَقَمْنا – نَصْرُ الْمُؤْمِنِینَ»

2- لومړی فرهنګي کار او ارشاد او بیا له مجرمانو سره چلن ‏. «فَجاؤُهُمْ بِالْبَیِّناتِ فَانْتَقَمْنا»

3- د انبیاوو مخالفین، محکوم او مغلوب مجرمین دي‏. «فَانْتَقَمْنا – أَجْرَمُوا»

4- له مجرم څخه غچ له مؤمنانو سره د نصرت له مصادیقو ځنې دی‏. «فَانْتَقَمْنا مِنَ الَّذِینَ أَجْرَمُوا – نَصْرُ الْمُؤْمِنِینَ»

5-د مؤمنانو بریا، د الله تعالی پرېکنده ژمنه ده ‏. (که څه په ظاهر شهید کېږي؛ خو خپلې موخې ته رسي‏.) «کانَ حَقًّا عَلَیْنا»

6- که څه الله تعالی د انسان پوروړی نه دی؛ خو الله تعالی پرځان د مؤمنانو ملاتړ لازم کړی دی‏. «حَقًّا عَلَیْنا»

اَللّهُ الَّذِی یُرْسِلُ الرِّیاحَ فَتُثِیرُ سَحاباً فَیَبْسُطُهُ فِی السَّماءِ کَیْفَ یَشاءُ وَ یَجْعَلُهُ کِسَفاً فَتَرَی الْوَدْقَ یَخْرُجُ مِنْ خِلالِهِ فَإِذا أَصابَ بِهِ مَنْ یَشاءُ مِنْ عِبادِهِ إِذا هُمْ یَسْتَبْشِرُونَ«48»= “الله” هماغه ذات دى، چې بادونه د ورېځو خوځولو لپاره لېږي؛ نو څنګه يې چې خوښه شي، په اسمان كې يې غړوسکې غړوسکې خوروي؛ نو وينې چې له منځه يې د باران څاڅکي راورېږي (او) له خپلو بندګانو يې، چې چاته خوښه شي، اوروي يې (نو) دوی یو دم (پرې) خوشحالېږي.

ټکي:

* د «کسف» کلمه ‏د «کسفه» جمع د ټوټې پر مانا ده او مراد ترې د وریځو یوه برخه ده.

* «ودق» کوشنیو ذراتو ته هم ویل کېږي او دلته ترې مراد د باران څاڅکي دي‏.

 پېغامونه:

1- طبیعي تحولات، د الله تعالی د ځواک، حکمت او تدبیر نښه ده‏. « اَللّهُ الَّذِی یُرْسِلُ… »

2- الهي اراده د طبیعي اسبابو له لارې عملي کېږي‏. «یُرْسِلُ الرِّیاحَ فَتُثِیرُ سَحاباً»

3- د وریځو په جوړونه کې ګڼ یخ و ګرم بادونه ونډه لري‏. («الرِّیاحَ»، د جمعې په بڼې راغلی)

4- د باد یوه ګټه دا ده، چې باران ورېدو ته لار هواروي. « یُرْسِلُ الرِّیاحَ… فَتَرَی الْوَدْقَ »

5- د وریځو حرکت او د باران ورېدل، د الله تعالی په خوښه او ارادې دي‏. «کَیْفَ یَشاءُ»

وَ إِنْ کانُوا مِنْ قَبْلِ أَنْ یُنَزَّلَ عَلَیْهِمْ مِنْ قَبْلِهِ لَمُبْلِسِینَ«49»=او البته د باران تر ورېدو وړاندې [هو!] مخکې ترې نهيلي ول.

فَانْظُرْ إِلی آثارِ رَحْمَتِ اللّهِ کَیْفَ یُحْیِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِها إِنَّ ذلِکَ لَمُحْیِ الْمَوْتی وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ«50»=نو د الهي لورنې اغېزو ته وګوره، چې ځمکه تر مړاوېدو یې روسته څنګه راژوندۍ كوي، هو! همدغه (د ځمكې راژوندى كوونكى په قيامت كې هم) د مړيو را ژوندی كوونكى دى او هغه پر هر څه واکمن دى.

 پېغامونه:

1- سختۍ او نهیلۍ، د نعمتونو خوندونه دوه ګرایه کوي. «یَسْتَبْشِرُونَ – وَ إِنْ کانُوا… لَمُبْلِسِینَ »

2- باران، الهي رحمت دی ‏. «فَانْظُرْ إِلی آثارِ رَحْمَتِ اللّهِ»

3- د باران ورېدل او د ځمکې بیا راژوندۍ کېدنه د قیامت جوړېدو له نښو ځنې ده‏. «یُحْیِ الْأَرْضَ – لَمُحْیِ الْمَوْتی» د مرګ و ژوند ننداره مو هر شېبه د سترګو مخې ته وي‏، «إِنَّ ذلِکَ لَمُحْیِ الْمَوْتی» ‏

وَ لَئِنْ أَرْسَلْنا رِیحاً فَرَأَوْهُ مُصْفَرًّا لَظَلُّوا مِنْ بَعْدِهِ یَکْفُرُونَ«51»=او كه یو (تود او سوځنده) باد ورولېږو، چې له لامله يې كرنه او بڼونه ژېړ او مړاوي وګوري (؛ نو نهيلېږي او) روسته ترې د ناشكرۍ لار نيسي.

فَإِنَّکَ لا تُسْمِعُ الْمَوْتی وَ لا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعاءَ إِذا وَلَّوْا مُدْبِرِینَ«52»=[پوه شه چې] ته مړي اورولاى نشې او (په تېره) هغو کڼو ته (خپله) بلنه وراورولاى نه شې، چې شا اړولي روان وي.

 پېغامونه:

1- آفت زېږي او مهلک بادونه، بې ضابطې، بې کچې او تصادفي نه دي‏. «أَرْسَلْنا رِیحاً»

2- د ګټورو بادونو په پرتله، زیانمن بادونه لږ وي‏. «أَرْسَلْنا رِیحاً» (خو د ګټورو بادونو په اړه یې وویل ‏: «یُرْسِلُ الرِّیاحَ»)

3- کله نا کله انسان، په یوه ناوړه او ترخه پېښه د توحید له کړۍ وځي او د کفر و شرک کړۍ ته ورننوځي‏. «لَظَلُّوا مِنْ بَعْدِهِ یَکْفُرُونَ» (کله نا کله یو ‏زیانمن باد د خوشحالۍ حال، «یَسْتَبْشِرُونَ» د ناکامي پر حال ‏ «یَکْفُرُونَ» اړوي ‏.)

4- په ارشاد و تبلیغ کې د مرشد بشپړوالی، د تبلیغ طریقه او منځپانګه یې کافي نه ده، د مقابل لوري وړتیا هم اړینه ده. «فَإِنَّکَ لا تُسْمِعُ الْمَوْتی»

5- کوڼ کله نا کله، د بل د شونډو د حرکت په لیدو په ځینو مطالبو پوهېږي؛ خو مصیبت هلته وي چې هم غوږونه کاڼه وي او هم انسان، ویوونکي ته ورشا کړي، چې په دې حال کې په اشارې هم نه پوهېږي، دا د هغو کسانو بېلګه ده چې حق ته یې ورشا کړي. «وَ لا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعاءَ إِذا وَلَّوْا مُدْبِرِینَ»

6- له حق څخه مخ اړونه هله خطرناکه وي چې حق تا شا کونه له لورنې او ځېل سره وي او خلک پرې روږدي شي‏. «مُدْبِرِینَ»

وَ ما أَنْتَ بِهادِ الْعُمْیِ عَنْ ضَلالَتِهِمْ إِنْ تُسْمِعُ إِلاّ مَنْ یُؤْمِنُ بِآیاتِنا فَهُمْ مُسْلِمُونَ«53»= او (همداراز) ته (اندیز) ړانده له خپلې بېلارۍ سمې لارې ته راوستاى نشې (هن!) ته يوازې هغوى اورولاى شې، چې زموږ پر آيتونو ایمان راوړي او (حق ته) یې غاړه ايښې وي.

 پېغامونه:

1- د پېغمبرانو دنده، خلکو ته ارشاد او تبلیغ دی، نه داچې په زوره هدایت پرې ومني ‏. «ما أَنْتَ بِهادِ الْعُمْیِ»

2- د خلکو منلتیا محدوده وي ‏. «إِنْ تُسْمِعُ إِلاّ مَنْ یُؤْمِنُ»

3- حق ته د غاړه ایښوونې د روحېې درلودل، د معنویاتو لاس ته راوړنې لپاره لار هواروي. ‏‏إِنْ تُسْمِعُ إِلاّ… مُسْلِمُونَ

4- یوازې ایمان کافي نه دی، غاړه ایښوونه هم لازمه ده. «مَنْ یُؤْمِنُ بِآیاتِنا فَهُمْ مُسْلِمُونَ»

اَللّهُ الَّذِی خَلَقَکُمْ مِنْ ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّهً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّهٍ ضَعْفاً وَ شَیْبَهً یَخْلُقُ ما یَشاءُ وَ هُوَ الْعَلِیمُ الْقَدِیرُ«54»= الله هغه ذات دى، چې تاسې يې له کمزوري حالته پيدا كړئ، بيا تر کمزورۍ روسته يې پياوړتيا او قوت (در) وباښه، بيا یې په قوت پسې (دويم ځل) کمزورۍ او زړښت ته و رسولئ، څه یې چې خوښه وي، پيدا كوي يې او هغه ډېر پوه وسمن دى.

 پېغامونه:

1- انسان د پنځون په پیل کې، ګرد کمزوری دی‏. «خَلَقَکُمْ مِنْ ضَعْفٍ»

2- د زېږون پیل ته پاملرنه، د تذکر او شکر لامل دی ‏. « خَلَقَکُمْ مِنْ ضَعْفٍ… »

3- له کمزورتیا او زوړوالي ګیله مه کوئ، چې دا د الله تعالی حکیمانه کړلار ده. « ‏ اَللّهُ… جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّهٍ ضَعْفاً »

4- د انسان د کمزورتیا او ځواک پړاونه، د یوې حکیمانه کړلارې له مخې جوړ شوي دي‏. (د «جَعَلَ» تکرار)

5- د انسان پیل او پای، کمزورتیا ده، دا څو ورځې چې وس او ځواک لرو، باید قدردانی یې وکړو. (یو قوت د دوو کمزورتیاوو په منځ کې) ‏«ضَعْفٍ – قُوَّهً – ضَعْفاً» د کوشنیوالي کمزورتیا یې پر قوت بدلېږي؛ خو دویمه کمزورتیا پاتېږي؛ ځکه د«شَیْبَهً» کلمه ‏د «ضَعْفٍ» کلمې په څنګ کې ددې ښودونکې ده چې دا کمزوري له زړښت سره او ثابته ده‏)

6- څوک چې په دوو کمزورتیاوو کې راګېر وي، د څو ورځو پر قوت دې نه مغرورېږي‏. «ضَعْفٍ – قُوَّهً – ضَعْفاً»

7- که نظروال ووسو؛ نو ټوله هستي د لوستو کتاب دی‏. (باد و باران او د ځمکې ژوند، د انسان کوشنیوالی، ځواني او بوډاتوب‏.) «مِنْ بَعْدِ قُوَّهٍ ضَعْفاً وَ شَیْبَهً»

8- د مخلق کمزورتیا د خالق د کمزورتیا نښه نه ده‏. «وَ هُوَ الْعَلِیمُ الْقَدِیرُ»

وَ یَوْمَ تَقُومُ السّاعَهُ یُقْسِمُ الْمُجْرِمُونَ ما لَبِثُوا غَیْرَ ساعَهٍ کَذلِکَ کانُوا یُؤْفَکُونَ«55»= او پر كومه ورځ، چې قيامت پيل شي؛ نو مجرمان قسمونه خوري، چې موږ (خو په دنيا يا برزخ كې) تر يوه ساعت زيات ځنډېدلي نه يو! دغسې (دوی په په نړۍ کې هم له حقيقته) اړولي چلېدل.

ټکي:

* «ساعه»، د وخت یوې برخې ته وايي، که د قیامت ورځې ته «ساعه» ویل کېږي یا خو په چټکۍ سره د قیامت جوړېدنه ده او یا د کړنو ژر حسابي ده. [23]

 پېغامونه:

1- څوک چې په دنیا کې د دروغو په قسمونو روږدي وي، په قیامت کې یې هم تکراروي‏. «یُقْسِمُ الْمُجْرِمُونَ»

2- مجرمان به په قیامت کې عذر او پلمه راوړي چې په دنیا کې یې د ایمان راوړنې لپاره فرصت نه درلود، «ما لَبِثُوا غَیْرَ ساعَهٍ»

3- د مجرمانو ناسم فکر او نا سم چلن همېشنی دی ‏. «کانُوا یُؤْفَکُونَ»

4- دروغ د بېلابېلو انحرافاتو لامل دی ‏. «کَذلِکَ کانُوا یُؤْفَکُونَ» یعنې تل په دې ډول دروغو بېلاري شوي وي.

وَ قالَ الَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَ الْإِیمانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِی کِتابِ اللّهِ إِلی یَوْمِ الْبَعْثِ فَهذا یَوْمُ الْبَعْثِ وَ لکِنَّکُمْ کُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ«56»=او هغوى ته چې علم او ايمان وركړ شوى، وايي: ((په يقين تاسې د الله د كتاب له مخې (په برزخي نړۍ كې) تر قيامته تم شوي ياست؛ نو دا هماغه د قيامت ورځ ده؛ خو تاسې بیخي نه پوهېدئ)) [چې قیامت حق دی]

ټکي:

* دا آیت، په تېر آیت کې، د مجرمانو د وینا په مقابل کې، د مؤمنانو ځواب اوڅاروي. دوی په دنیا کې د لنډ عمر او یا په برزخ کې د لنډې مودې په اړه خبرې کوي؛ خو ایمانوال ځواب ورکوي، چې تاسې د هغه څه له مخې چې الله تعالی د وګړیو د دنیا او برزخ پېر لپاره ټاکلي و، ژوند کړی او د خپل کفر لپاره بېځایه پلمې مه جوړوئ.

* په ظاهر کې پر ایمان د علم مخکې والی له دې کبله وي چې علم د ایمان سټه او اساس دی.

 پېغامونه:

1- په قیامت کې، د مجرمانو او مؤمنانو ترمنځ خبرې اترې شته. « وَ قالَ الَّذِینَ… »

2- علم و ایمان، ان په قیامت کې هم خپلې مثبتې او رغنده نښې ښيي‏. «أُوتُوا الْعِلْمَ وَ الْإِیمانَ» (مؤمن عالمان په قیامت کې هم شبهې له منځه وړي‏.)

3- علم و ایمان، دوه الهي ډالۍ دي چې وګړي ته ورکول کېږي. «أُوتُوا الْعِلْمَ وَ الْإِیمانَ»

4- علم و ایمان د ځان لپاره الهي توفیق وګڼو او مغرور نشو ‏. «أُوتُوا الْعِلْمَ وَ الْإِیمانَ»

5- د دنیا یا برزخ موده، مخکې له مخکې محاسبه او لیکل شوې ده. «فِی کِتابِ اللّهِ»

فَیَوْمَئِذٍ لا یَنْفَعُ الَّذِینَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ وَ لا هُمْ یُسْتَعْتَبُونَ«57»= نو پر هغه ورځ [مشرکو] ظالمانو ته د دوی عذر غوښتل هېڅ ګټه نه وررسوي او نه یې توبه قبلېږي (چې وبښل شي)

 

ټکي:

* یُسْتَعْتَبُونَ» د ‏«عتبه» له ټکي د ناراحتۍ او خپګان پر مانا او چې کله د استعتاب په قالب کې راشي؛ نو د توبې او د بدۍ، خپګان او ناراحتۍ منځه وړنې په مانا دی‏.

* که څه په قیامت کې مجرمانو ته د بښنې اجازه نه ورکول کېږي‏، «وَ لا یُؤْذَنُ لَهُمْ فَیَعْتَذِرُونَ» [24] خو که بښنه یې هم وغوښته؛ نو کومه ګټه نه لري‏. «لا یَنْفَعُ الَّذِینَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ»

 پېغامونه:

1- د انسان برخلیک او په قیامت کې یې د شتون څرنګوالی د ده په اعمالو پورې اړه لري‏. « فَیَوْمَئِذٍ لا یَنْفَعُ الَّذِینَ ظَلَمُوا… »

2- ظلم، له الهي لورنې څخه د بې برخیتوب لامل ګرځي‏. « فَیَوْمَئِذٍ لا یَنْفَعُ الَّذِینَ ظَلَمُوا… »

3- توبه او بښنه یوازې په دنیا کې کارسازي دي او په قیامت کې هېڅ په کار نه راځي‏.

«فَیَوْمَئِذٍ لا یَنْفَعُ الَّذِینَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ»

وَ لَقَدْ ضَرَبْنا لِلنّاسِ فِی هذَا الْقُرْآنِ مِنْ کُلِّ مَثَلٍ وَ لَئِنْ جِئْتَهُمْ بِآیَهٍ لَیَقُولَنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا إِنْ أَنْتُمْ إِلاّ مُبْطِلُونَ«58»=او په رښتيا موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول بېلګې او مطالب راوړل او كه كومه نښه او معجزه ورته راوړې (نو) كافران هرومرو وايي: ((همدا تاسې باطل اندي ياست (او دا كوډې دي).))

 

 پېغامونه:

1- ټول خلک د قرآن مخاطب دي. «وَ لَقَدْ ضَرَبْنا لِلنّاسِ»

2- قرآن، د ارشاد او هدایت کتاب دی او د مثال د حقایقو د پوهېدنې لپاره، غوره طریقه ده؛ نوځکه الله تعالی د بېلابېلو مواردو لپاره مثال راوړی دی. «ضَرَبْنا… مِنْ کُلِّ مَثَلٍ»

3- د قرآن مطالب د غاړه خلاصونې لامل دی او څوک چې پر حق پوه او حجت ورڅرګند شو، نو پلمه یې نه منل کېږي. « فَیَوْمَئِذٍ لا یَنْفَعُ الَّذِینَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ… وَ لَقَدْ ضَرَبْنا لِلنّاسِ…»

4- ځیلي کافران هېڅ ډول دلیل او نښه نه مني ‏. «بِآیَهٍ»

5- د کفارو او دښمنانو د خبرو او موخو وړاندوینې دې وشي ‏. «لَیَقُولَنَّ»

6- د کفارو کینه او سرسختي دې راته یو درس وي او د حق په لار کې باید لاپسې ټینګ ودرېږو‏. «إِنْ أَنْتُمْ إِلاّ مُبْطِلُونَ»

7-هغه چې د کفر او ځیل په کړۍ کې ښکېل شو؛ نو حق، باطل او باطل، حق ویني‏. «إِنْ أَنْتُمْ إِلاّ مُبْطِلُونَ»

8- داچې کافران استدلال نه لري؛ نو د حق سپکاوی کوي. «إِنْ أَنْتُمْ إِلاّ مُبْطِلُونَ»

9- کافران، نه یوازې حق نه مني؛ بلکې باطلو ته منسوبول هم کوي. «إِنْ أَنْتُمْ إِلاّ مُبْطِلُونَ»

10- کافران نه یوازې د اسلام پېغمبر؛ بلکې ټول انبیاء یا مؤمنان هم باطل ګڼي‏.

(سره له دې چې د معجزې راوړنکی یوازې پېغمبر دی؛ خو کفار د جمع «انتم» په کارونې سره، ته وا ټول پېغمبران یا مؤمنان باطل ګڼي ‏.)

کَذلِکَ یَطْبَعُ اللّهُ عَلی قُلُوبِ الَّذِینَ لا یَعْلَمُونَ«59»= الله همداسې د ناپوهانو پر زړونو ټاپې وهي.

ټکي:

* له «لا یَعْلَمُونَ» څخه مراد هغه کسان دي چې ځان پوهول نه غواړي؛ لکه څرنګه چې مو په تېر آیت کې ولوستل: چې کله پېغمبر کومه نښه و معجزه راوړي؛ نو دوی یې د ځېل له مخې باطله ګڼي.

هو، هغوی چې ځانونه پر جهل او ناپوهۍ وهي؛ نو پر الهي پرغز- قهر اخته کېږي، نه بې خبره او بې غرضه کسان‏.

 پېغامونه:

1- د ځیل او لجاجت سزا، د هدایت له لاسه ورکول دي‏. « إِنْ أَنْتُمْ إِلاّ مُبْطِلُونَ کَذلِکَ یَطْبَعُ…»

2- د ناهلانو پر زړه ټاپه لګول، یو الهي قانون دی‏. «کَذلِکَ یَطْبَعُ»

3- د سخت زړۍ لاره چاره، انسان خپله په ځان کې راپیدا کوي‏. «لا یَعْلَمُونَ»

 

فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ وَ لا یَسْتَخِفَّنَّکَ الَّذِینَ لا یُوقِنُونَ«60»= نو زغمناک وسه، چې د الله ژمنه رښتینې ده؛ هسې نه تا [د الله پر ژمنو] ناباوري بې ثباته او کاواکه کړي.

ټکي:

* روم سورت د بریالیتوب په وړاندوینه پیل شو او له حق ډلې سره د مرستې او نصرت پر الهي ژمنې پای ته ورسید.

 پېغامونه:

1- دیني مشران باید زغمناکه وي ‏. «فَاصْبِرْ»

2- پر الهي ژمنې ایمان د زغمناکۍ لامل دی. «فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ»

3- د بې دینو ډنډورې دې زموږ پر هوډونو اغېز ونکړي‏. « لا یَسْتَخِفَّنَّکَ… »

4- که الهي لورنه، ګواښنه او ښوونه نه وي؛ نو انبیا هم زیانمنېدوني دي‏. «لا یَسْتَخِفَّنَّکَ»

5-د دښمنانو له ټګیو برګیو ځنې یو یې هم د مشر سپکول دي‏. «لا یَسْتَخِفَّنَّکَ»

6- څوک چې د مشر د سپکاوۍ او کمزوري کولو په تکل کې وي؛ نو داسې کسان پر حق لار یقین نه لري‏. «الَّذِینَ لا یُوقِنُونَ»

7- څوک چې صبر ونکړي، سپکېږي ‏. «فَاصْبِرْ… لا یَسْتَخِفَّنَّکَ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

[1] – وسائل، 20 ټ، 67 مخ

[2] – نورالثقلین تفسیر

[3] – نورالثقلین تفسیر

[4] – نهج البلاغه، ۳۱ ام لیک ‏

[5] – شوری، 7.

[6] – صافات، 21

[7] – رعد، 28

[8] – روم 21.

[9] – بقره، 260

[10] – راهنما تفسیر.

[11] – په «رحمه و سیّئه» کلماتو کې تنوین، قلّت او کمي راښيي.

[12] – حدید، 23

[13] – تفاسیر مجمع البیان و نورالثّقلین.

[14] – انسان، 9

[15] – بقره، 21

[16] – قریش، 3-4

[17] – راهنما تفسیر

[18] – تفاسیر کشّاف و المنیر.

[19] – محمّد، 7.

[20] – عنکبوت، 69.

[21] – غافر، 51

[22] – اعراف، 128

[23] – نمونه تفسیر.

[24] – مرسلات، 36.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
​
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست