بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نمل سورت نمل سورت درې نوي (93) آیتونه لري او دا ځکه په دې نامه مشهور شوی چې اتلسم آیت یې د حضرت سلیمان او مېږیانو د داستان په باب دی؛ خو د «سلیمان» او «طاسین» نامې هم پرې ايښودل شوي. دا ټول سورت په مکه کې په بېلابېلو مناسبتونو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
نمل سورت
نمل سورت درې نوي (93) آیتونه لري او دا ځکه په دې نامه مشهور شوی چې اتلسم آیت یې د حضرت سلیمان او مېږیانو د داستان په باب دی؛ خو د «سلیمان» او «طاسین» نامې هم پرې ايښودل شوي.
دا ټول سورت په مکه کې په بېلابېلو مناسبتونو کې نازل شوی او «بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ» پکې دوه ځل راغلې، یو د سورت په پیل کې او بل په دېرشم آیت کې د سبا ملکې ته د حضرت سلیمان د لیک په پیل کې.
د خپلې زمانې له منحرفو اقوامو سره د څلورو الهي پېغمبرانو (موسی، سلیمان، صالح او لوط علیهم السلام) مبارزې په دې سورت کې راغلي، چې تر ټولو مفصله یې د سبا له ملکې سره د حضرت سلیمان چلن او د ملکې د ایمان راوړنې څرنګوالی دی.
د ملاچرګک په شان د مارغانو او د مېږو په شان د حشراتو خبرې، د حضرت سلیمان په لښکر او دربار کې د پېریانو شتون او د سترګې په رپ کې له یمن څخه شام ته د بلقیس تخت راوړل، ددې سورت په نورو آیتونو کې راغلي دي.
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورين الله په نامه
طس تِلْکَ آیاتُ الْقُرْآنِ وَ کِتابٍ مُبِینٍ«1»= طا، سين. دا د قرآن آيتونه او (د دین د حقایقو) یو څرګند(وونکی) كتاب دى؛
هُدیً وَ بُشْری لِلْمُؤْمِنِینَ«2» اَلَّذِینَ یُقِیمُونَ الصَّلاهَ وَ یُؤْتُونَ الزَّکاهَ وَ هُمْ بِالْآخِرَهِ هُمْ یُوقِنُونَ«3»= چې مؤمنانو ته لارښود او زېرى دى؛ هغوى چې لمونځ کوي او زكات وركوي او پر آخرت باور لري.
ټکي:
* زکات دوه ماناوې لري: یوه ځانګړې مانا چې مشهور زکات دی او بله یې عامه مانا، چې له اړمنو سره هر ډول مرسته ده. په دې آیت کې مراد د زکات دویمه مانا ده؛ ځکه دا سورت په مکه کې نازل شوی او د زکات رسمي احکام په مدینه کې نازل شوي. «یُؤْتُونَ الزَّکاهَ»
*د «مُبِینٍ» کلمه له «ابانه» څخه هم د «روښانه» په مانا کارېږي چې په اصطلاح لازمي فعل دی او هم د «روښانه کوونکي» او څرګندوونکي په مانا چې متعدي فعل دی.
پېغامونه:
1- یو له الهي قوانینو ځنې دادی چې وحې له برترۍ او شته مقام سره سره، انسان لاسرسی ورته لري. «تِلْکَ»
2- د ویلو او اوريدو له لاري د ارشاد او لارښوونې کړۍ، ترلیکلو او لوستو پراخه ده. (د قرآن کلمه له کتاب مخکې راغلې ده) « الْقُرْآنِ وَ کِتابٍ»
3- د انبیاوو خوځښت فرهنګي؛ او له لوست او کښلو سره دی. «آیاتُ الْقُرْآنِ وَ کِتابٍ»
4- قرآن یو ډېر ستر کتاب دی. («کِتابٍ»، بې له «الف و لام» له تنوین سره یوځای د عظمت نښه ده)
5-قرآن د خلکو د درک وړ دی. «کِتابٍ مُبِینٍ»
6- هدایت او تبلیغ باید له روښانه منځپانګې، څرګندې او پرېکنده طریقې سره وي. «تِلْکَ – مُبِینٍ»
7- هدایت، درجې او پړاونه لري: لومړنی هدایت: «هُدیً لِلنّاسِ» تکمیلي هدایت: « هُدیً. لِلْمُؤْمِنِینَ»
8- کتاب والی: «کِتابٍ». روښانه او روښانوونکی: «مُبِینٍ». هدایتول: «هُدیً» او زیرګري: «بُشْری» د قرآن له امتیازاتو دي.
9- د قرآن آریز – اصلي رسالت، هدایت او زېرګري ده او نورو علومو او مسایلو ته د قرآن پاملرنه، څرمه ایزه یا جنبي ده. «هُدیً وَ بُشْری»
10- ایمان، د هدایت او ژغورنې کونجي ده . «هُدیً وَ بُشْری لِلْمُؤْمِنِینَ»
11- په هدایت کېدنه کې، وړوالی آریز – اصلي شرط دی. «لِلْمُؤْمِنِینَ»
12- د ښو دودالي ته دې د خوبانو او ښه خلکو نمانځنه وشي. «اَلَّذِینَ. »
13- په نمانځنه کې، آریزه خبره د خلکو کړه وړه او کردار دی، نه یې نامه او عنوان . یُقِیمُونَ. یُؤْتُونَ.
14- عمل، د ایمان نښه ده . لِلْمُؤْمِنِینَ اَلَّذِینَ یُقِیمُونَ.
15- ان لمونځ کوونکي او زکات ورکونکي مؤمنان هم د خپل کار د غځېدا لپاره الهي هدایت ته اړمن دي. هُدیً. لِلْمُؤْمِنِینَ اَلَّذِینَ. په قیامت کې هم انسان، د هدایت یو پړاو ته اړمن دی. «یَهْدِیهِمْ رَبُّهُمْ بِإِیمانِهِمْ»[1]
16- هغه لمونځ ارزښت لري، چې د سموالي او کمال په شرایطو وشي. «یُقِیمُونَ» (د لمونځ کول؛ یعنې په شرایطو یې کول)
17- له الله (ج) سره اړیکه، له خلکو سره تر اړیکې غوره ده . «یُقِیمُونَ الصَّلاهَ وَ یُؤْتُونَ الزَّکاهَ»(لمونځ تر زکات مخکې راغلی)
18- داچې لمونځ او له الله (ج) سره اړیکه، د خیر کارونو ته لار اواروي؛ نو نامه یې په پیل کې راغلې ده. «الصَّلاهَ»
19- د عمل غځېدا، عمل ته ارزښت ورکوي. «یُقِیمُونَ – یُؤْتُونَ» (فعل مضارع د تلتیا – استمرار او غځېدا نښه ده)
20- د اسلام له امتیازاتو ځنې دادي، چې د «الله او خلکو» چارې، «مانیزې او توکیزې» چارې، د «دې نړۍ او هغې نړۍ» چارې یې یو د بل په څنګ کې ایښې دي. «الصَّلاهَ – اَلزَّکاهَ»
21- په تبلیغ او بلنه کې لومړی هغه کارونه اوڅار کړئ، چې خلکو ته لګښت و نه لري (لومړی لمونځ او بیا زکات) «الصَّلاهَ – اَلزَّکاهَ»
22- مؤمن د ټولنیزو چارو او د اړمنو او وږیو د اړتیاوو پر وړاندې مسولیت احساسوي. «یُؤْتُونَ الزَّکاهَ»
23- چېرې چې حسّاسیّت لازم وي، کلام تکرار کړئ. (لمونځ او زکات د «الَّذِینَ» له یوې کلمې راغلي؛ خو پر معاد یقین دوه ځل د «هُمْ» له کلمې سره کارول شوی دی .)
24- هغه لمونځ او زکات ارزښت لري، چې پر معاد له ایمان سره یوځای وي. «وَ هُمْ بِالْآخِرَهِ»
25- یقینوال یوازې ځانګړې ډله ده. «هُمْ بِالْآخِرَهِ هُمْ یُوقِنُونَ» د «هُمْ» د کلمې تکرار ددې نښه ده چې دا ډله، ځانګړې ډله ده.
26- مؤمنین ګټیالي دي؛ پر لمانځه ځانسازي کوي او په زکات د ټولنې ستونزې هواروي او پر معاد د یقین له لارې خپله راتلونکې تامینوي. یُقِیمُونَ الصَّلاهَ. اَلزَّکاهَ. یُوقِنُونَ
27- علم پر هېرونې اوړي؛ خو یقین له همېشنې پاملرنې سره یوځای دی. «یُوقِنُونَ»
28- گومان او پوهېدل بسیا نه دي، د زړه باور او یقین لازم دی. «یُوقِنُونَ»
إِنَّ الَّذِینَ لا یُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَهِ زَیَّنّا لَهُمْ أَعْمالَهُمْ فَهُمْ یَعْمَهُونَ«4»=په رښتینه کې هغوى چې پر آخرت ايمان نه لري، موږ یې (ناوړه) كړه وړه ورښايسته كړي (چې همدغسې) لالهانده وي.
أُوْلئِکَ الَّذِینَ لَهُمْ سُوءُ الْعَذابِ وَ هُمْ فِی الْآخِرَهِ هُمُ الْأَخْسَرُونَ«5»=دا هماغه كسان دي، چې بد (او دردناك) عذاب يې پر برخه دى او په آخرت كې خورا زيانمن [انسانان] دي.
ټکي:
* په دې آیت او د انعام سورت په ۱۰۸ آیت کې د ناوړه کارونو ښه ګڼل، په الله (ج) پورې تړل شوي، حال داچې قرآن کریم په څو ځایونو کې دا د شیطان کار ګڼلی دی.
دا ځکه چې الله (ج) د هستۍ نظام د علل او اسبابو پر بنسټ ایښی او کوم کارونه چې کېږي، هر یوه علتونو ته یې ورمنسوبولای شو، د مثال په ډول ویلای شو چې: کونجي ور پرانست، یا ویلای شو چې: لاس مې ور پرانست، یا ویلای شو چې خپله مې ور پرانست؛ ځکه کونجي زما په لاس او لاس زما په اختیار کې دی. دلته هم شیطان ناوړه کار ښایسته برېښوي؛ خو انسان د ناوړه کار په تکرار، ورسره روږدېږي او دا روږدېدل یو الهي قانون دی.
د زیانمنو انځور
*زیانمن څو ډوله دي: الف: خاسر، ب: لفی خسر، ج: خسران مبین د: اخسرون.
الف: هغه چې عمر یې پوپناه شوی. «قُلْ إِنَّ الْخاسِرِینَ الَّذِینَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ»[2]
ب: څوک چې ایمانوال او د نېک عمل والا نه وي. «إِنَّ الْإِنْسانَ لَفِی خُسْرٍ إِلاَّ الَّذِینَ آمَنُوا» [3]
ج: څوک چې زړه نازړه د الله (ج) بندګي کوي. «فَإِنْ أَصابَهُ خَیْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَ إِنْ أَصابَتْهُ فِتْنَهٌ انْقَلَبَ عَلی وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْیا وَ الْآخِرَهَ ذلِکَ هُوَ الْخُسْرانُ الْمُبِینُ»[4]
د: هغوی چې بېلاري دي او ګومان کوي، چې پر سمه لار روان دي. «الَّذِینَ ضَلَّ سَعْیُهُمْ فِی الْحَیاهِ اَلدُّنْیا وَ هُمْ یَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ یُحْسِنُونَ صُنْعاً»[5]
* په روایتونو کې وایو: أخسرون، هغوی دي چې زکات نه ورکوي، پر ګناه ټینګار کوي، د حق ویلو ځواک لري؛ خو نه یې وايي؛ نو دوی تر ټولو ظالم دي. د خپل دین په ضایعولو، خپله دنیا سموي.
پېغامونه:
1- پر معاد ایمان نه درلودل، د ناوړه کارونو ښایسته کونې ته لار هواروي (بې ایمانه انسان، بربنډتوب د تمدن، ټګي برګي د ځیرکتیا، دروغ د سیاست او ښکېلاک د ځواک نښه ګڼي) « إِنَّ الَّذِینَ لا یُؤْمِنُونَ. زَیَّنّا»
2- د بې ایمانه کسانو کږه وږه پوهېدنه او لالهاندي د الله (ج) ستره سزا او سپېړه ده. « لا یُؤْمِنُونَ. فَهُمْ یَعْمَهُونَ »
3- که په قیامت باور ولرو، له ډېری هغو کارونو به توبه وکړو، چې ښکلي رابرېښي. «لا یُؤْمِنُونَ – زَیَّنّا»
4- څوک چې قیامت خپله روښانه ګانده – راتلونکي نه ګڼي؛ نو دا بدلېدوني دنیا یې، هره شېبه بدلوي او لالهاندوي یې. «لا یُؤْمِنُونَ – یَعْمَهُونَ»
5- پر قیامت کفر د سترو تاوانونو لامل دی. اَلَّذِینَ لا یُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَهِ. هُمُ الْأَخْسَرُونَ
وَ إِنَّکَ لَتُلَقَّی الْقُرْآنَ مِنْ لَدُنْ حَکِیمٍ عَلِیمٍ«6»=او په یقین قرآن د پوه حكيم ذات له لوري درکول کېږي.
پېغامونه:
1- د وحې ترلاسه کوونکی، رسول الله صلی الله علیه و آله دی. «وَ إِنَّکَ لَتُلَقَّی الْقُرْآنَ»
2 – قرآن، د الهي علم و حکمت ځلوونکی دی.
3- د پېغمبر علم لدنّي دی. «مِنْ لَدُنْ»
4- د قرآن په نزول او ترلاسه کونه کې هېڅ نا امین واسطه نشته. «لَتُلَقَّی الْقُرْآنَ مِنْ لَدُنْ حَکِیمٍ عَلِیمٍ»
5-د دین احکام، له الهي پوهې سرچینه اخلي او په هر حکم کې یې، یو حکمت پروت دی. «حَکِیمٍ عَلِیمٍ»
إِذْ قالَ مُوسی لِأَهْلِهِ إِنِّی آنَسْتُ ناراً سَآتِیکُمْ مِنْها بِخَبَرٍ أَوْ آتِیکُمْ بِشِهابٍ قَبَسٍ لَعَلَّکُمْ تَصْطَلُونَ«7»= (درياد كړه) چې كله موسى خپلې كورنۍ ته وويل: ((ما له لرې يو اور وليد؛ (همدلته تم شئ؛) ژر به کوم خبر درته ترې راوړم او يا بله لمبه، چې تاوده شئ.))
فَلَمّا جاءَها نُودِیَ أَنْ بُورِکَ مَنْ فِی النّارِ وَ مَنْ حَوْلَها وَ سُبْحانَ اللّهِ رَبِّ الْعالَمِینَ«8»=نو چې ورغی، ورغږ شو: ((مبارك دى هغه چې په اور كې دى او هغه چې په چاپېريال كې يې دی! او سپېڅلى دى، هغه الله، چې نړۍ پال دى.
یا مُوسی إِنَّهُ أَنَا اللّهُ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«9»=موسى! پوه شه، دا زه یم “الله”؛ زورور او د حکمت خاوند.
ټکي:
* په قرآن کې ۱۳۶ ځلې د حضرت موسی نامه او په ۳۴ سورتونو کې یې د داستان یادونه شوې ده او شاوخوا ۹۰۰ آیتونه د بني اسرئیلو د پېښې په اړه دي.
*حضرت موسی له خپلې مېرمنې او رور سره له مدین څخه مصر ته روان و. شپې، یخنۍ، د بېدیا توپان او د مېرمنې دوه ځانۍ/ حامله توب یې حضرت موسي دې ته اړ کړ، چې په منډه ترړه او پلټنې لاس پورې کړي، تر ویینې لاندې آیتونه همدا پېښه تر نظر لاندې لري.
* د ټولو احتمالاتو په منځ کې، داسې ښکاري چې له «مَنْ فِی النّارِ» څخه مراد حضرت موسی دی، چې د اور په سیمه کې و او له «مَنْ حَوْلَها» څخه مراد د موسی علیه السلام کورنۍ یا هغه پېغمبران وو، چې په «سپېڅلې ځمکه» کې وه.
اور په قرآن کې
*ابلیس پرې ویاړ وکړ. «خَلَقْتَنِی مِنْ نارٍ»[6]
*کافر ته پرې سزا ورکول کېږي . «تَصْلی ناراً حامِیَهً»[7]
*ابراهیم علیه السلام پکې خوندي پاتې شو. «یا نارُ کُونِی بَرْداً»[8]
*موسی علیه السلام ورپسې ورغې؛ خو پېغمبر شو. آنَسْتُ ناراً. نُودِیَ [9]
*ذوالقرنین پرې اوسپنې ویلې کولې او بندونه یې پرې جوړول. «قالَ انْفُخُوا حَتّی إِذا جَعَلَهُ ناراً»[10]
پېغامونه:
1- د حضرت موسی داستان، د یادونې وړ دی او هېر دې نشي. إِذْ قالَ.
2- کله نا کله له مېرمنې او کورنۍ سره د مرستې په لار کې، ځانګړې لورنې پېدا کېږي. آتِیکُمْ بِشِهابٍ. نُودِیَ
3- سړی د مېرمنې د ژوند د چارو سنبالګر دی. «آتِیکُمْ بِشِهابٍ قَبَسٍ لَعَلَّکُمْ تَصْطَلُونَ»
4- انبیاوو عادي ژوند درلود. «آتِیکُمْ بِشِهابٍ قَبَسٍ لَعَلَّکُمْ تَصْطَلُونَ»
5- موږ پر ظاهرو موظف یو، پټې لورنې د الله (ج) کار دی. «فَلَمّا جاءَها نُودِیَ»
6- له حضرت موسی سره د الله (ج) خبرې، د رسالت د پېغام اخستنه، د معجزاتو ننداره او په هغې سیمې کې د نورو انبیاوو بعثت، د برکت رمز دی. «بُورِکَ مَنْ فِی النّارِ وَ مَنْ حَوْلَها»
7- پېغمبرانو ته الهي غږونه، وهم او خیال و نه ګڼو. (د «نُودِیَ» کلمې په څنګ کې د «سُبْحانَ اللّهِ» کلمه راغلې؛ یعنې الله (ج) له دې پاک دی چې دا غږ دې وهم، خیال او وسوسوه وي.)
8-د انبیاوو بعثت د الهي ربوبیت له شئونو دی. «نُودِیَ – رَبِّ الْعالَمِینَ»
9- د ربوبیّت لازمه، عزّت او حکمت دی. «رَبِّ الْعالَمِینَ. اَلْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»
وَ أَلْقِ عَصاکَ فَلَمّا رَآها تَهْتَزُّ کَأَنَّها جَانٌّ وَلّی مُدْبِراً وَ لَمْ یُعَقِّبْ یا مُوسی لا تَخَفْ إِنِّی لا یَخافُ لَدَیَّ الْمُرْسَلُونَ«10»= او کونټۍ دې وغورځوه؛ نو چې ويې ليده، د تېز مار په څېر خوځي (وډار شو او) مخ پر څټ شو او راونه ګرځېد. موسى! مه وېرېږه (ځکه) چې استازي مې پر وړاندې نه وېرېږي.
إِلاّ مَنْ ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْناً بَعْدَ سُوءٍ فَإِنِّی غَفُورٌ رَحِیمٌ«11»=خو څوك چې ظلم وكړي بيا تر بدۍ روسته نېکي وکړي (نو توبه يې قبلوم)؛ ځکه زه لورین بښونكى يم؛
ټکي:
*د «جَانٌّ» کلمه یا د کوشني مار په مانا ده، چې په لومړي پړاو کې له کونټۍ جوړ شو یا ستر مار دی چې د کوشني مار په څېر چټک خوځېده .
*داچې د «إِلاّ مَنْ ظَلَمَ» جمله په کوم ځای پورې اړوندېږي؛ نو په دې کې احتمالات دي. غوره یې دادی چې په آیت کې، یوه جمله په تقدیر کې ده، په دې توګه چې بې له انبیاوو نور کسان وېره لري؛ خو هغه کسان چې ظلم یې کړی وي او بیا یې ښه عمل کړی وي، چې دوی هم له دې لامله چې الله (ج) « غفور رحیم» بولي وېره نه لري.
*وېره دوله ډوله ده : غریزي او معنوي. د «لا تَخَفْ» جمله د غریزي وېري په اړه ده، معنوي وېره چې له الهي مقام وېره ده، په نورو آیتونو کې عنوان شوې ده.
پېغامونه:
1- اسماني غږ باید له یوې نښې سره وي، چې اغېز وکړي. نُودِیَ. أَلْقِ عَصاکَ
2- د معجزې اوزار، عادي وسایل دي. «عَصاکَ»
3- د نورو تر هدایت مخکې، له کافي ودې، تجربې او پوهې باید برخمن ووسو. (حضرت موسی دلته معجزه ویني، چې د فرعون په ماڼۍ کې په ځواک خبرې وکړي). «رَآها»
4- انبیاء د پالونکي تر روزنې لاندې دي او الله (ج) ورته امر و نهی کوي. «لا تَخَفْ»
5-څوک چې الله (ج) حاضر وګڼي او ځان دهغه په محضر کې وویني؛ نو له غیرالله څخه نه وېرېږي. «لا یَخافُ لَدَیَّ الْمُرْسَلُونَ»
6- الخائن خائف. څوک چې ظلم وکړي باید ووېرېږي؛ خو داچې خپله ګناهونه جبران کړي؛ ځکه الله (ج) بښوونکي دی. « لا یَخافُ. إِلاّ مَنْ ظَلَمَ »
۷- د الله (ج) بښنه د انسان تر نېک عمل او د ګناه تر جبران روسته ده. « بَدَّلَ حُسْناً. فَإِنِّی غَفُورٌ رَحِیمٌ»
وَ أَدْخِلْ یَدَکَ فِی جَیْبِکَ تَخْرُجْ بَیْضاءَ مِنْ غَیْرِ سُوءٍ فِی تِسْعِ آیاتٍ إِلی فِرْعَوْنَ وَ قَوْمِهِ إِنَّهُمْ کانُوا قَوْماً فاسِقِینَ«12»= او لاس دې په خپل ګرېوان كې ورننباسه، بې له کوم عيبه به تك سپين راووځي، دا [دواړه معجزې] په نهو ګونو معجزو کې دي (چې ته ورسره) فرعون او قوم ته يې (لېږل کېږې)؛ ځكه دوى ورانکاري خلک دي.))
فَلَمّا جاءَتْهُمْ آیاتُنا مُبْصِرَهً قالُوا هذا سِحْرٌ مُبِینٌ«13»=نو چې کله زموږ څرګندې سترګې پرانستونې نښې وروړاندې شوې، ويې ويل: ((دا خو ښکاره کوډې دي!))
ټکي:
* له نهو ګونو معجزو مراد هغه معجزات دي، چې موسی علیه السلام د فرعون په مقابل کې راوړې وې، ګنې حضرت موسی خو ډېرې معجزې درلودې، په ترڅ کې هره معجزه دوه معجزې حسابولای شو؛ ځکه د کونټۍ مار کېدنه یوه معجزه ده او د مار بېرته پر کونټۍ اوړېدنه بله معجزه ده؛ خو قرآن یې یو اړخ معجزه ګڼلې. د حضرت موسی نهه ګونې معجزات دادي:
- «ید بیضاء»(د لاس ځلېدنه).
- د کونټۍ مار کېدنه.
- د دښمنانو لپاره ځپنده توپان.
- «جَرادٌ» (پر کرنو او ونو د ملخانو لاسبری).
- «قمل» (یو ډول نباتي آفت دی چې غلې دانې له منځه وړي).
- «ضفادع»(د نیل له سینده پر خلکو د چونګښو یرغل).
- «دم» (د ټولو له پوزې څخه د وینې بهېدنه، یا د نیل سیند اوبه د وینې په څېر کېدنه). [11]
- سوکړه او وچکالي. [12]
- د سیند څېرې کېدنه. [13]
*د موسی علیه السلام نورې معجزې دا دي: له تېږې د دولسو چینو راخوټېدل [14]د مَنّ وسَلوی نازلېدل. [15]
*امام صادق رحمة الله علیه وايي: له «مِنْ غَیْرِ سُوءٍ» څخه مراد؛ یعنې د لاس سپینوالی د برګي رنځورۍ له کبله نه و. [16]
پېغامونه:
1- پرغز- قهر او مینه، وېره او هیله یو د بل په څنګ کې اړین دي. (د مار په څنګ کې نوراني لاس) جَانٌّ. بَیْضاءَ
2- ځینو ته یو استدلال، یادونه او معجزه کافي نه ده. «تِسْعِ آیاتٍ»
3- یو خوا کافرانو د معجزې غوښتنه کوله او بلخوا یې معجزې پاډو، سحر او جادو ګڼلې. «قالُوا هذا سِحْرٌ مُبِینٌ»
وَ جَحَدُوا بِها وَ اسْتَیْقَنَتْها أَنْفُسُهُمْ ظُلْماً وَ عُلُوًّا فَانْظُرْ کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الْمُفْسِدِینَ«14»=او سره له دې، چې زړونه يې ښه پرې باوري شوي ول؛ خو د ظلم او لویۍ له مخې ترې منکر شول؛ نو وګوره، چې د بدچارو پایه څنګه وه!
ټکي:
*ابوعمر زبیري، امام صادق رحمة الله علیه د کفر د هغو ډولونو په اړه وپوښت، چې په قرآن کې راغلي: امام وویل: کفر پينځه ډوله دی: یو ډول یې دادی چې انسان په زړه کې باور لري؛ خو بیا هم ترې انکار کوي، بیا یې دا آیت تلاوت کړ: «وَ جَحَدُوا بِها وَ اسْتَیْقَنَتْها أَنْفُسُهُمْ»[17]
پېغامونه:
1- نټه یا انکار فساد ته لاره هواروي. جَحَدُوا. مفسدین
2- علم او یقین که له تقوا سره یوځای نه وي، کارسازی نه دی. «وَ اسْتَیْقَنَتْها – ظُلْماً وَ عُلُوًّا»
3- ډېری کفار په زړه کې ایمان لري او د دې نټې نیت او انګیزه یې ناپوهي نه؛ بلکې ظلم او پر نورو لوړوای دی. «ظُلْماً وَ عُلُوًّا»
4- تاریخ او څېړنه یې، د عبرت وزله کړئ. «فَانْظُرْ»
5- د بدچارو پای، نسکورېدنه او پوپناه کېدنه ده. «کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الْمُفْسِدِینَ»
وَ لَقَدْ آتَیْنا داوُدَ وَ سُلَیْمانَ عِلْماً وَ قالاَ الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِی فَضَّلَنا عَلی کَثِیرٍ مِنْ عِبادِهِ الْمُؤْمِنِینَ«15»= او په رښتيا موږ داوود او سليمان ته (ځانګړې) پوهه وركړه او دواړو وويل: ((د هغه الله ستاینه ده، چې پر خپلو ډېرو مؤمنو بندګانو یې برتري راکړه.))
ټکي:
* هغه علم چې حضرت داود او حضرت سلیمان ته ورکړ شوی، د دې آیت په دلیل «وَ آتَیْناهُ الْحِکْمَهَ وَ فَصْلَ الْخِطابِ[18]= پوهه او د غوڅو پرېکړو هنر مو ورکړى و او هم د «کُلاًّ آتَیْنا حُکْماً وَ عِلْماً»[19] آیت په دلیل ښايي له علم څخه مراد د قضاوت علم وي یا د «عُلِّمْنا مَنْطِقَ الطَّیْرِ[20] آیت په دلیل له مارغانو سره د خبرو علم وي او ښايي هم د «وَ عَلَّمْناهُ صَنْعَهَ لَبُوسٍ»[21] آیت په دلیل مراد ترې د زغرو جوړول وي؛ خو غوره ده، چې علم په عامه توګه مانا کړو؛ یعنې د هېواد سنبالنې علم.
*پوښتنه: الله (ج) ولې ځینو انسانانو ته ځانګړي نعمتونه ورکوي؟ آیا دا کار له عدالت سره اړخ لګوي؟
ځواب: لومړی داچې عدالت په دې مانا نه دی چې ټولو ته یو شانته ورکړو. آیا دا ظلم دی، چې ښوونکی هر زده کړیال ته نمرې ورکوي او ډاکتر رنځورانو ته جلا درمل ورکوي؟ دویم دا، ځانګړي نعمتونه ځانګړي مسوولیتونه هم لري. درېیم دا، الله (ج) خو څخه زموږ پوروړی نه دی چې هر څه ترې غواړو راکوي به یې. څلورم دا، الهي لورنې د حکمت او شرایطو پر بنسټ دي، چې انسان یا ټولنه یې رامنځته کوي.
ځینې د اخلاص، هڅې، پوهې، تدبیر، په لګښت کې منځلاري، عدالت او. له لارې په ځان کې داسې شرایط رامنځته کوي، چې الهي لورونو او د ځانګړو نعمتونو ترلاسه کونې ته لاره هواروي.
البتّه کله دا ځانګړې لورنې دهغه عمل د بدلې له کبله دي، چې د انسان موروپلار کړې وه او الله (ج) یې د کار بدله کهول یا نسل ته ورکوي؛ لکه څرنګه چې د حضرت موسی او حضرت خضر په داستان کې، الله (ج) دې دواړو پېغمبرانو ته دنده ورکوي، چې هغه دېوال ورغوي چې خزانه ورلاندې پرته وه او د هغو پلارمړیو – یتیمانو وه، چې پلار یې نېکچاری او صالح انسان و. «وَ کانَ أَبُوهُما صالِحاً»[22]
الهي ځانګړې ښوونې
* الله (ج) ځانګړيو کسانو ته ځانګړي علوم ورکړي او قرآن یې یادونه کړې؛ لکه:
- حضرت آدم ته، د ټولو اشیاوو علوم. «وَ عَلَّمَ آدَمَ الْأَسْماءَ کُلَّها»[23]
- حضرت خضر ته، باطني علوم او تأویل. (چې حضرت موسی یې زده کړیال شي) هَلْ أَتَّبِعُکَ عَلی أَنْ تُعَلِّمَنِ. [24]
- حضرت یوسف ته، د خوب د تعبیر علم . «عَلَّمَنِی رَبِّی»[25]
- حضرت داوود ته، د زغرې جوړونې علم. «وَ عَلَّمْناهُ صَنْعَهَ لَبُوسٍ»[26]
- حضرت سلیمان ته د مارغانو علم . «عُلِّمْنا مَنْطِقَ الطَّیْرِ»[27]
- د حضرت سلیمان مرستیال ته، هغه علم چې د سلطنت تخت له یوه هېواده بل ته راوړي. «قالَ الَّذِی عِنْدَهُ عِلْمٌ مِنَ الْکِتابِ»[28]
- طالوت ته پوځي پوهه. «وَ زادَهُ بَسْطَهً فِی الْعِلْمِ وَ الْجِسْمِ[29]
- رسول اکرم او نور انبیاوو ته غیبي علوم. «فَلا یُظْهِرُ عَلی غَیْبِهِ أَحَداً إِلاّ مَنِ ارْتَضی مِنْ رَسُولٍ»[30]
پېغامونه:
1- د انبیاوو پوهه لدنّي ده او په الهي الهام ورکړه شوې. «آتَیْنا»
2- د خلکو درناوی او شئون دې وساتو. (لومړی د پلار او بیا د زوی نامه راغلې) «داوُدَ وَ سُلَیْمانَ»
3- په الهي نعمتونو کې د علم حساب بېل دی. آتَیْنا. عِلْماً
4- علم، هغه مهال ارزښت لري، چې د نېکانو په اختیار کې وي. «آتَیْنا داوُدَ وَ سُلَیْمانَ عِلْماً»
5- د الهي شکر لپاره تر ټولو غوره جمله، «الْحَمْدُ لِلّهِ» ده . «الْحَمْدُ لِلّهِ»
6- علم د برترۍ له ملاکونو ځنې دی. « آتَیْنا. عِلْماً. فَضَّلَنا»
7- د الله (ج) ځینې بندګان تر حضرت داوود او حضرت سلیمان هم برتر دي. «فَضَّلَنا عَلی کَثِیرٍ»
8- په یوه مقام کې دې هم ځان تر نورو غوره و نه ګڼو. «عَلی کَثِیرٍ»
وَ وَرِثَ سُلَیْمانُ داوُدَ وَ قالَ یا أَیُّهَا النّاسُ عُلِّمْنا مَنْطِقَ الطَّیْرِ وَ أُوتِینا مِنْ کُلِّ شَیْءٍ إِنَّ هذا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِینُ«16»=او سليمان د داوود پاتوړی شو او ويې ويل: ((خلكو! موږ ته د مارغانو د ژبې [پوهېدل] راښوول شوي او هرڅه راكړای شوي، په رښتيا دا (راكړه) هماغه ښكاره برتري ده.))
ټکي:
* په آیت کې له میراث څخه مراد د مال او حکومت وارث کېدل دي، نه علم او نبوت؛ نبوت د لېږد وړ نه دی او دا چې د انبیاوو علوم هم اکتسابي نه دي؛ نو د مېراثېدو وړ نه دي؛ نوځکه هغه روایت چې وايي: « انبیاء میراث نه پرېږدي» له دې آیت سره په ټکر کې دی.
*حضرت علي کرم الله وجهه وايي: زه د الله له اړخه د ټولو مارغانو او ځمکني او سمندریزو خوځندوو پر ژبه پوهېږم. [32]
پېغامونه:
1- ارث په تاریخ کې اوږده مخېینه لري. « وَ وَرِثَ سُلَیْمانُ. »
2- د انبیاوو علم، الهي دی . «عُلِّمْنا»
3- الهي نعمتونه نورو ته څرګند کړئ. «عُلِّمْنا مَنْطِقَ الطَّیْرِ» په بل ځای کې وايي: د الله نعمت دې ووایه. «وَ أَمّا بِنِعْمَهِ رَبِّکَ فَحَدِّثْ»[33]
4- مارغان شعور او د خبرو ځواک لري . «مَنْطِقَ الطَّیْرِ»
5-علم پر ټولو نعمتونو ورمخکې دی. لومړی «عُلِّمْنا» بیا «أُوتِینا مِنْ کُلِّ شَیْءٍ»
6- علوم او امکانات دې له الله (ج) وګڼو، نه له ځانه. «عُلِّمْنا – أُوتِینا»
7- ایمان او توکّل، د امکاناتو له درلودنې سره ټکر نه لري . «وَ أُوتِینا مِنْ کُلِّ شَیْءٍ»
8- نعمتونه د هغه له فضله وګڼو، نه له خپلې وړتیا ځنې. «إِنَّ هذا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِینُ»
وَ حُشِرَ لِسُلَیْمانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ وَ الطَّیْرِ فَهُمْ یُوزَعُونَ«17»= او سليمان ته د پېريانو، انسانانو او مارغانو لښکرې په منظمو لیکو کې راغونډې کړاى شوې (او ورپسې شوې).
ټکي:
*د «یُوزَعُونَ» کلمه د «وزع» له مادې ځنې (د جمع په وزن) د مخنیوي په مانا ده او چې کله دا تعبیر د لښکر په اړه وکارول شي په دې مانا دی چې د لښکر د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره، د لښکر لومړۍ برخې ودروي چې پاتې کسان له لښکر سره یوځای شي. [34]«ایزاع» یعنې د ځواکونو حکیمانه وېش په داسې بڼه چې هر یو پر خپل ځای او په یوه لیکه کې وي. [35]
*پیری او مارغۍ چې په آیت کې ذکر شوي، د مثال په توګه دي، که نه باد او نور څیزونه هم د حضرت سلیمان تر حکم لاندې وو.
*قرآن کریم څو ځل د پیري په اړه خبرې کړي او یو سورت یې هم په همدې نامه دی، دلته یې څو ځانګړنو ته اشاره کوو:
*پیری باشعور موجود دی او الله (ج) ورته خطاب کوي. «یا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ»[36]
* ځینې یې مؤمنان او ځینې یې کافر دي. «وَ أَنّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ»[37]، «وَ أَنّا مِنَّا الصّالِحُونَ وَ مِنّا دُونَ ذلِکَ»[38]
*ښځه او سړی لري، زیږن او زوکړه لري؛ نو طبیعتاً شهوت هم لري. «لَمْ یَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَ لا جَانٌّ»[39]
*حضرت سلیمان ته یې ماڼې جوړولې او لامبو وهلې [40] «وَ الشَّیاطِینَ کُلَّ بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ»[41]
پېغامونه:
1- سلیمان علیه السلام خپلې لښکرې منظمولې [تیارسئ کولې]. «وَ حُشِرَ لِسُلَیْمانَ جُنُودُهُ»
2- انسان دداسې ځواک خاوند دی چې (د الله په اراده) پیری او مارغۍ تر خپل حکم لاندې راوستلای شي. «وَ حُشِرَ لِسُلَیْمانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ وَ الطَّیْرِ»
3- ځینو انبیاوو حکومت درلود . «حُشِرَ لِسُلَیْمانَ جُنُودُهُ»
4- پیری له انسان سره مرسته کولای شي . «مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ»
5- انبیا یوازې پر انسانانو ولایت نه لري. «مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ وَ الطَّیْرِ»
6- نظم هر چېرې ارزښتمن دی؛ خو په لښکر کې یوه اړتیا او ځانګړی ارزښت دی. «فَهُمْ یُوزَعُونَ»
7- تمرین، ښوونه او تیارسئ، د لښکر لپاره یوه اړتیا ده. « وَ حُشِرَ لِسُلَیْمانَ. یُوزَعُونَ »
8- د سلیمان علیه السلام علم د داسې امکاناتو او ځواکونو اېل کېدنې یا تسخیر ته یوه وزله او سریزه شوه. وَ لَقَدْ آتَیْنا داوُدَ وَ سُلَیْمانَ. أُوتِینا مِنْ کُلِّ شَیْءٍ. وَ حُشِرَ لِسُلَیْمانَ.
حَتّی إِذا أَتَوْا عَلی وادِ النَّمْلِ قالَتْ نَمْلَهٌ یا أَیُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَساکِنَکُمْ لا یَحْطِمَنَّکُمْ سُلَیْمانُ وَ جُنُودُهُ وَ هُمْ لا یَشْعُرُونَ«18»=(وخوځېدل) چې د مېږيانو ناو ته ورسېدل؛ نو يو مېږي (په خپله ژبه) وويل: ((مېږيانو! خپلو ځالو ته ورننوځئ، هسې نه سليمان او لښكر يې په بې خبرۍ كې مو چيت کړي.))
ټکي:
*«نمل» په لغت کې په کوشنیو پښو ډېر یون یا حرکت پر مانا دی[42]
*د «نَمْلَهٌ» کلمه د تنوین په خاطر یې، په لوی او بولندوی مېږي مانا کولای شو چې په دې حال کې په مېږو کې هم سنبالنه او بولندويي شته او یا تنوین د مېږي ناپېژندنه مانا کړو چې په دې حال کې د آیت پېغام دا کېږي چې که یو ناپېژاندی هم زړه سواندی اخطار ورکوي؛ اخطار ته یې باید پاملرنه وکړو.
پېغامونه:
1- څاروي د خپل شعور له مخې ژوند ته یوه سیمه ټاکي. «وادِ النَّمْلِ»
2- په څارویو کې هم خبرې اترې او امر و نهې شته . «قالَتْ نَمْلَهٌ یا أَیُّهَا النَّمْلُ»
3- په مېږیانو کې هم بولندويي، یو بل ته خبر ورکونه او د حکم منل شته . « قالَتْ نَمْلَهٌ. اُدْخُلُوا»
4-څاروي شعور لري او مفاسد او تاوانونه پېژني او یو بل ته خبر ورکوي. «ادْخُلُوا مَساکِنَکُمْ»
5- په څارویو کې د احتمالي زیان د دفع غریزه هم شته . « اُدْخُلُوا. لا یَحْطِمَنَّکُمْ »
6- که څوک خطر احساس کړي او خپل همنوع ته خبر ور نه کړي؛ نو تر مېږي هم کوشنی دی. «لا یَحْطِمَنَّکُمْ»
7- پر لار د تګ پرمهال دې پام وکړو چې مېږي لتاړ یا تر پښو لاندې نه کړو. «لا یَحْطِمَنَّکُمْ»
8-انبیاوو په خپلو عادي چارو کې د نورو په شان ژوند کاوه . «لا یَحْطِمَنَّکُمْ سُلَیْمانُ»
9- د مشر فساد، د خلکو د فساد سریزه ده . «لا یَحْطِمَنَّکُمْ سُلَیْمانُ وَ جُنُودُهُ»
10- مېږی نه یوازې انسان؛ بلکې دنده یې هم پېژني. «سُلَیْمانُ وَ جُنُودُهُ»
11- د الله (ج) ولیان په اګاهۍ او لوی لاس، ان مېږي ته هم زیان نه رسوي. «وَ هُمْ لا یَشْعُرُونَ» مېږي د حضرت سلیمان له عدالت او تقوا خبر دي او پوهېږي چې نوموړی اګاهانه ان پر مېږي هم ظلم نه کوي.
فَتَبَسَّمَ ضاحِکاً مِنْ قَوْلِها وَ قالَ رَبِّ أَوْزِعْنِی أَنْ أَشْکُرَ نِعْمَتَکَ الَّتِی أَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَ عَلی والِدَیَّ وَ أَنْ أَعْمَلَ صالِحاً تَرْضاهُ وَ أَدْخِلْنِی بِرَحْمَتِکَ فِی عِبادِکَ الصّالِحِینَ«19»= نو (سليمان) د مېږي په خبره وموسید او و یې خندل او و يې ويل: ((پالونكيه! توفیق راكړه، چې ستا د هغې لورنې شكر پر ځاى كړم، چې ما او زما مور و پلار ته دې راكړې او داسې ښه چار وكړم، چې ستا خوښ شي او په خپلې لورنې دې ما په خپلو صالحو بندګانو كې وشمېره.))
ټکي:
*په ۱۶ ام آیت کې وویل شو: حضرت سلیمان وویل: د مارغانو پر ژبه پوهېږو. له دې آیته معلومېږي چې د مارغانو پر ژبې پوهېدنه د یوې بېلګې په توګه ده؛ ځکه حضرت سلیمان د مېږي پر ژبه هم پوهېده.
*د «ایزاع» کلمه تر توفیق پورته او الهام ته ورته دی، د «وَ أَوحېنا إِلَیْهِمْ فِعْلَ الْخَیْراتِ»[43] آیت په شان؛ یعنې انبیاوو ته مو د خیر کارونو کول الهام کړل. [44]
*په یوازې ځان نېک کار بسیا نه دی، د نېکانو ډلې ته ورننووتنه هم مهمه ده؛ ځکه :
۱- کله کار نېک وي؛ خو کس له نفساني اړخ، نېک نه وي او پر ریا، سُمعه، غرور، عُجب و حَبط ککړېږي.
۲- کله کار نېک وي؛ خو له کاږه واږه عاقبت سره مخېږي او د عامل یې پای ښه نه وي.
۳- کله کار نېک وي؛ خو یو ډول داسې حالت پکې وي چې کس هر څه پخپله خوښه کوي، له نورو سره ځان نه ګډوي او دې ته چمتو نه وي، چې د الله (ج) له بندګانو سره یوځای شي. « أَعْمَلَ صالِحاً. فِی عِبادِکَ الصّالِحِینَ. »
پېغامونه:
1- پراخه سینه د مشرۍ او سنبالنې یا مدیریت له آرونو او شرایطو ځنې ده. حضرت سلیمان د «لا یَشْعُرُونَ» جمله ان له یوه مېږي اوري؛ خو ځان نانګاره اچوي او مسکندی خندنی کېږي. «فَتَبَسَّمَ»
2- نیوکه او حق خبره چې له هر چا اورئ، هرکلی یې وکړئ. (حضرت سلیمان د مېږي خبره خوښوي) «فَتَبَسَّمَ» د نيوکې منل یو ارزښت دی.
3- الله (ج) خپل اولیاء تر خپلې ځانګړې روزنې لاندې نیسي. «وَ هُمْ لا یَشْعُرُونَ – فَتَبَسَّمَ» الله (ج)، حضرت سلیمان سره له هغومره مقام او سلطنته د یوه مېږي له خبرې سره مخامخوي چې په دې توګه یې په وجود کې تعادل او انډول رادبره کړي .
4- کله باید ښاد او خندنی وسوو، چې ان مېږیان مو عدالت ته هیلمن وي. «وَ هُمْ لا یَشْعُرُونَ – فَتَبَسَّمَ»
5- د انبیاوو خندا، مسکي کېدل دي، نه په کړس کړس خندل. حضرت سلیمان سره له دې چې خندا نیولی و؛ خو مسکی شو. «فَتَبَسَّمَ ضاحِکاً»
6- حضرت سلیمان د مېږي پر خبره پوه شو او خپلو لاسلاندیو ته یې پاملرنه وکړه. «مِنْ قَوْلِها»
7- دعا یوازې د بېړني حالت لپاره ځانګړې نه ده، انبیاوو به د خپلې ستریا او ځواک په هسکه څوکه کې هم دعا کوله. «رَبِّ»
8- د پاسلنې – شکر کولو توفیق دې له الله (ج) وغواړو. «رَبِّ أَوْزِعْنِی أَنْ أَشْکُرَ»
9- انسان د هغو نعمتونو په مقابل کې چې تردې دمه یې ترلاسه کړي، باید شکر وکړي او د راتلونکي مسئولیّت پر وړاندې د نېکچارۍ او د الله (ج) د خوښې د ترلاسه کونې او له نېکانو سره د یوځاې کېدنې په فکر کې وي. « أَشْکُرَ – أَعْمَلَ صالِحاً. »
10- اولاد دې هم د هغو نعمتونو په مقابل کې چې الله (ج) ده او دده موروپلار ته ورکړي، شکر وباسي. «عَلَیَّ وَ عَلی والِدَیَّ»
11- د الله (ج) شکر یوازې په ژبه نه دی، نېک عمل او له نعمتونو سمه ګټنه هم الهي شکر دی. أَشْکُرَ. أَعْمَلَ صالِحاً
12- حضرت سلیمان سره له دې چې پراخې لښکرې او پیاوړې واکمني لري او د حيواناتو پر ژبه هم پوهېږي؛ خو بیا هم د نېک عمل په فکر کې دی، نه په خوند او د ویاړ او ځواک په پراختیا پسې. «أَعْمَلَ صالِحاً»
13- د واکمنو دعا او هڅه باید د ښه کار کونې لپاره وي. «أَعْمَلَ صالِحاً»
14- کار په هغه شرط نېک دی، چې د الله (ج) خوښ وي. «صالِحاً تَرْضاهُ»
15- هغه نېک کار ارزښت لري، چې یوازې د خلکو خوښه نه؛ بلکې د الله (ج) خوښه هم راماته کړي. «صالِحاً تَرْضاهُ»
16- د صالحانو په حکومت کې تر ټولو اوچته موخه د الله (ج) رضا ده. «تَرْضاهُ»
17- انبیاء هم الهي مرستې ته اړتیا لري. « أَوْزِعْنِی. أَدْخِلْنِی »
18- په صالح ټولنه کې ژوند یو ډول ارزښت دی، نه په ناصالح وګړیو کې ژوند په تېره د سوکالۍ، ګټې وټې یا خوند په پار. «أَدْخِلْنِی. فِی عِبادِکَ الصّالِحِینَ »
19- له امکاناتو برخمنېدل او خپل نننی ځواک الهي رحمت ته د رسېدنې نښه مه ګڼئ او خپلې ودې، لوړتیا او تعالي ته دعا وکړئ. «وَ أَدْخِلْنِی»
20- د انسان امکانات د ده د کار پایله نه؛ بلکې له الهي رحمته سرچینه اخلي. «بِرَحْمَتِکَ»
21- هر څوک چې په هرو شرایطو کې وي، د الهي رحمت لمن دې ونیسي، ان پېغمبران هم. «بِرَحْمَتِکَ»
22- ځان په ځاني منع ده. « وَ أَدْخِلْنِی بِرَحْمَتِکَ فِی عِبادِکَ الصّالِحِینَ»
وَ تَفَقَّدَ الطَّیْرَ فَقالَ ما لِیَ لا أَرَی الْهُدْهُدَ أَمْ کانَ مِنَ الْغائِبِینَ«20»= او (سلېمان) د مارغانو پلټنه وکړه؛ نو و يې ويل: ((ولې هُد هُد (ملاچرګک) نه وينم که په ناسوبو كې دى؟!
لَأُعَذِّبَنَّهُ عَذاباً شَدِیداً أَوْ لَأَذْبَحَنَّهُ أَوْ لَیَأْتِیَنِّی بِسُلْطانٍ مُبِینٍ«21»= هرومرو به سخته سزا وركړم، يا به يې حلال كړم؛ خو داچې (د خپل غيابت) څه څرګند دليل راوړاندې كړي!))
فَمَکَثَ غَیْرَ بَعِیدٍ فَقالَ أَحَطْتُ بِما لَمْ تُحِطْ بِهِ وَ جِئْتُکَ مِنْ سَبَإٍ بِنَبَإٍ یَقِینٍ«22»= نو تر لږ درنګ روسته (ملاچرګک راغى او) ويې ويل: ((له یوه داسې څیزه خبر شوم، چې ته ترې ناخبره یې او د “سبا” (له هېواده) مې یو باوري خبر درته راوړى دى.
ټکي:
* ځینو ویلي: له ملاچرګک یا هدهد څخه دلته مراد ځانګړی ملاچرګک دی او خپل دلیل یې په «الْهُدْهُدَ» کې الف او لام او د ده د انسانپوهنې او ښوونځي پوهنې ځواک ګڼلی، چې ددې مطلب سپړنه او توضیح به راتلونکي آیتونو کې ولولو. [45]
* امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ، امام صادق رحمة الله علیه وپوښت: حضرت سلیمان ولې په دومره مارغانو کې یوازې د هدهد یا ملاچرګک پوښتنه وکړه؟ امام صادق رحمة الله علیه وویل: ځکه هغه په ځمکه کې لاندې اوبه دغسې ویني؛ چې موږ په بلورین لوښي کې غوړي وینو. [46]
* ځینو د هدهد یا ملاچرګک د عذاب لپاره بېلګې بیان کړي؛ لکه: له خپلې جوړې یې بېلول، د وزرو ایستنه یې، لمر ته یې ایښودل، د حضرت سلیمان له درباره یې شړل او له دښمن سره یوځای یې په پنجره کې اچول [47]
پېغامونه:
1- د لاسلاندې پلټنه، له کارونو یې لیدنه او د احوال په اړه پوښتنه ګروېږنه، له اسلامي، ټولنیزو، روزنیزو او سنبالیزو یا مدیریتي آرونو یا اصولو دي. «تَفَقَّدَ»
2- سترې چارې مو له کوشنیو چارو غافل نه کړي. «تَفَقَّدَ الطَّیْرَ»
3- ژر دې قضاوت ونکړو او تر خپل امر لاندې ځواکونه دې تورن نه کړو، ښايي یوه ستونزه وي چې ترې ناخبره وسو. «ما لِیَ لا أَرَی الْهُدْهُدَ»
4- تېزویني، دقّت، ځېرنه او لاسبري، د مشرۍ له اړینو شرایطو دي. «ما لِیَ لا أَرَی الْهُدْهُدَ»
5- واکمن او قاضي باید ځانګړي شرایط ولري چې له دې جملې:
الف: مینه او دقّت. «تَفَقَّدَ الطَّیْرَ»
ب: تواضع. «ما لِیَ لا أَرَی الْهُدْهُدَ»
ج: د سرغړونکي پر ضد پرېکنده توب. «لَأُعَذِّبَنَّهُ أَوْ لَأَذْبَحَنَّهُ»
د: تورن ته فرصت ورکول. «لَیَأْتِیَنِّی»
6- د ځواکونو پر سوبتیا او ناسوبتیا څارنه، په تشکیلاتي کارونو کې یوه اړتیا ده؛ لکه څرنګه چې له مقرراتو بې دلیله سرغړونه او د خپلې دندې پرېښودل یوه نه بښوونکي ګناه ده. «أَمْ کانَ مِنَ الْغائِبِینَ»
7- د سرغړونکي څاروي رټل مانع نه لري. «لَأُعَذِّبَنَّهُ»
8-څاروی، رټل درک کوي. «لَأُعَذِّبَنَّهُ»
9- چې کله د یوه مارغه ناسوبتیا دومره ګواښنې ته اړتیا لري؛ نو موږ به له دومره ناسوبتیاوو سره کوم حالت ولرو؟ «لَأُعَذِّبَنَّهُ»
10- انبیاء، هم قانون راوړي او هم یې پلی کوي. «لَأُعَذِّبَنَّهُ»
11- د سرغړوونکیو سزا ته دې ګڼې سازګانې کېښودل شي، چې د قانون په پلي کونه کې له ډپ سره مخ نشو. «لَأُعَذِّبَنَّهُ أَوْ لَأَذْبَحَنَّهُ»
12- پرېکنده توب او عذر منل یو له بل سره په څنګ کې لازم دي. «لَأُعَذِّبَنَّهُ – لَیَأْتِیَنِّی»
13- په سنبالنه یا مدیریت او تشکیلاتو کې ناغېړي او سرغړونه منع ده. «لَأُعَذِّبَنَّهُ – لَأَذْبَحَنَّهُ – لَیَأْتِیَنِّی» (په درې جملو کې د «لام» د ټکي شتون، د پرېکنده توب نښه ده)
14- د نظام ساتنې او د سرغړوونکیو د ځپنې لپاره، په دې کې منع نشته چې د یوې کوشنۍ سرغړونې لپاره دې درنه سزا وټاکل شي. «عَذاباً شَدِیداً»
15- پر تورن دې د دفاع لار و نه تړو. «أَوْ لَیَأْتِیَنِّی بِسُلْطانٍ مُبِینٍ»
16- څاروي داسې شعور لري، چې د خپلو کارونو لپاره استدلال او مخونه درلودلای شي. «لَیَأْتِیَنِّی بِسُلْطانٍ»
17- منطق او استدلال ته، ان حضرت سلیمان هم هد هد ته تسلیمېږي . «لَیَأْتِیَنِّی بِسُلْطانٍ»
18- په تشکیلاتو کې د هر کار او هرې دندې لپاره، حکم او اجازې ته اړتیا ده. «بِسُلْطانٍ مُبِینٍ»
19- چې غل نه یې، له پاچا هم مه وېرېږه، چې حساب دې پاک وي، له شمېرانې او محاسبې مه ډارېږه. «فَمَکَثَ غَیْرَ بَعِیدٍ فَقالَ»
20- څاروی داسې څه ته رسېدای شي، چې انسان نشي وررسېدای. «أَحَطْتُ بِما لَمْ تُحِطْ»
21- ګرځندويي – سیروسیاحت، د نویو معلوماتو د راټولنې کونجي ده. «احط»
22- د بیان آزادي، د صالحانو د حکومت یوه ځانګړنه ده. «أَحَطْتُ بِما لَمْ تُحِطْ بِهِ»
23- پوهه په عمر، جنس او شکل پورې اړه نه لري. «أَحَطْتُ بِما لَمْ تُحِطْ»
24- انبیاء هم تر الهي روزنې لاندې دي. حضرت سلیمان وویل: «أُوتِینا مِنْ کُلِّ شَیْءٍ» هر څه راکړل شوي، یوه مرغۍ ورته وايي: پر داسې څه پوهېږم چې ته هم پرې نه پوهېږې. «أَحَطْتُ بِما لَمْ تُحِطْ بِهِ»
25- د انبیاوو په حکومت کې غوړه مالي او وېره نشته. «أَحَطْتُ بِما لَمْ تُحِطْ بِهِ»
26- لوړپوړي حکومتي چارواکي دې د معلوماتو سرچینه په ځانګړې خلکو او ډلو پورې نه منحصره کوي. (هدهد یا ملاچرګک سلطان ته راپور ورکړ) «أَحَطْتُ – جِئْتُکَ»
27- په راپورونو کې کره او تایید شوي خبرونه ووایئ. «بِنَبَإٍ یَقِینٍ»
28- داسې وګړیو او سازمان ته اړتیا ده چې تر حکومتي سیمې بهر خبرونه راوړي. (البته د جاسوسۍ لپاره نه؛ بلکې د بلنې، هدایت او دفاعي چمتووالي په پار) «مِنْ سَبَإٍ»
29- څه چې مهم دي د خبر کره والی دی، که خبریال کوشنی وي که ستر، انسان وي که څاروی. «بِنَبَإٍ یَقِینٍ»
30- د حکومت چارواکي دې یوازې پر کره خبرونو تکیه وکړي. «بِنَبَإٍ یَقِینٍ»
إِنِّی وَجَدْتُ امْرَأَهً تَمْلِکُهُمْ وَ أُوتِیَتْ مِنْ کُلِّ شَیْءٍ وَ لَها عَرْشٌ عَظِیمٌ«23»= په حقیقت کې (هلته) مې يوه ښځه وليده، چې پرې واكمنه ده او له هرڅه برخمنه وه او (په تېره) لوى تخت يې درلود.
وَجَدْتُها وَ قَوْمَها یَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِنْ دُونِ اللّهِ وَ زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطانُ أَعْمالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیلِ فَهُمْ لا یَهْتَدُونَ«24»= ما وليده، چې هغې او قوم يې د الله پرځاى لمر ته سجده كوله او شيطان يې كړه وړه ورښايسته كړي وو او له (سمې) لارې يې اړولې ول؛ نو ځكه دوی سمه لار مومي.
پېغامونه:
1- ځینې حیوانات لوړه پېژندنه لري . «إِنِّی وَجَدْتُ امْرَأَهً» هدهد یا ملاچرګک د ښځې و سړي، تاج و تخت، حکومت او مالکيت، توحید و شرک، لمر او سجده، شیطان او ښایسته برېښوونې یې، حق و باطل او د هدایت او بېلارۍ په شان مفاهیم پېژني.
2- د نورو خبرو ته غوږ نیول، د ادب نښه او د سنبالنې یا مدیریت له شرایطو ځنې دي، که څه ويناوال یې یو حيوان وي. «إِنِّی وَجَدْتُ امْرَأَهً»
3- ښځه هم حکومت کړای شي؛ «تَمْلِکُهُمْ» خو پر ټولنې د ښځې حکومت یوې مرغۍ ته هم د اریانۍ خبره ده. «وَجَدْتُ امْرَأَهً – وَجَدْتُها وَ قَوْمَها»
4- د حضرت سلیمان حکومت په پیل کې نړیوال نه و. «امْرَأَهً تَمْلِکُهُمْ»
5- د نظام او حکومت جوړول تاریخي مخینه لري. «تَمْلِکُهُمْ»
6- د انحراف لاملونه دادي:
الف: بېلارې مشر . «وَجَدْتُها وَ قَوْمَها یَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ»
ب: ځلبلي یا پړق و پړوق. «یَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ»
ج: امکانات او هوساینه. «أُوتِیَتْ مِنْ کُلِّ شَیْءٍ»
د: شیطان او ښایسته برېښوونې یې . «زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطانُ»
7- له الهي نعمتونو برخمنېدل، د قُرب (نژدېوالي) یا بُعد (لرېوالي) نښه نه ده . (الله یې هم حضرت سلیمان ته ورکوي او هم یې یوې کافرې ښځې ته. په تېرو آیتونو کې حضرت سلیمان وویل: «أُوتِینا مِنْ کُلِّ شَیْءٍ» هر څه راکړل شوي، د بلقیس په باب هم لولو: «وَ أُوتِیَتْ مِنْ کُلِّ شَیْءٍ» هغې ته هم هر څه ورکړل شوي).
8- د صالحانو په لاس کې د الله (ج) نعمتونه، ښکاره درښتن – فضل دی؛ «أُوتِینا مِنْ کُلِّ شَیْءٍ إِنَّ هذا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِینُ» او د نورو په لاس کې تاج، تخت او ستر عرش کېږي. «أُوتِیَتْ مِنْ کُلِّ شَیْءٍ وَ لَها عَرْشٌ عَظِیمٌ»
9- انسان د فطرت له اړخه لمانځوونکی دی، که د حق لمانځنه ونکړي، په باطلو پسې به ولاړ شي. وَجَدْتُها وَ قَوْمَها یَسْجُدُونَ.
10- خلک هغه دین مني چې واکمنانو او مشرانو یې منلی وي. «الناس علی دین ملوکهم» «وَجَدْتُها وَ قَوْمَها یَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ»
11- هره ستونزه یې اړونده او وړ کس ته ووایئ (د انحراف او شرک راپور دې حضرت سلیمان ته وویل شي). «یَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ»
12- لمر لمانځنه هم د ابراهیم علیه السلام په وخت کې وه؛ «هذا رَبِّی هذا أَکْبَرُ»[48] او هم د سلیمان علیه السلام په وخت کې. «یَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ»
13- د خلکو د بېلارې کونې تر ټولو غوره وزله، د دوی د ناوړه کارونو ښایسته وربرېښول دي. «زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطانُ»
14- د وګړیو تېر بد حالت په راتلونکي کې د دوی د پرېکنده بېلاریتوب نښه نه ده. (بلقیس او قوم یې بېلاري وه؛ خو بیا هدایت شول). «لا یَهْتَدُونَ»
15- په راپورونو کې، اصل خبر ووایئ او شننه او اخستنه یې اړونده وړ کسانو ته پرېږدئ. « إِنِّی وَجَدْتُ. فَهُمْ لا یَهْتَدُونَ» (د څه په اړه چې هدهد یا ملاچرګک راپور راووړ، سم وه؛ خو چې کله یې وشنه او تحلیل کړ، پر ضد یې وویل؛ ځکه دوی هدایت شول).
أَلاّ یَسْجُدُوا لِلّهِ الَّذِی یُخْرِجُ الْخَبْءَ فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ یَعْلَمُ ما تُخْفُونَ وَ ما تُعْلِنُونَ«25»= [ د شیطان کار دا و] چې دوی هغه الله ته سجده و نه کړي، چې د اسمانونو او ځمكې پټ څيزونه را برسېروي او څه چې تاسې پټوئ او يا يې ښكاره كوئ پرې پوهېږي.
اَللّهُ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیمِ«26»=هغه الله چې بې له ده معبود نشته، د سترعرش پالونكى دى.
ټکي:
* د «خبء» کلمه د پټ په مانا دی. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: «المرء مخبوء تحت لسانه» [49] انسان تر خپلې ژبې لاندې پټ دى.
* په ځمکه او اسمانونو کې د پټو څیزونو د رابرسېرونې بېلګه، د بوټو راټوکېدل او د باران ورښت دی.
وږی په دانه کې دننه پټ وي او الهي ځواک یې د دانې له زړه بهر راباسي. څه چې له قوې ځنې فعلیت ته راځي، د همدې آیت «یُخْرِجُ الْخَبْءَ» مصداق دي.
پېغامونه:
1- داچې شیطان د خلکو بدۍ، ښایسته وربرېښوي؛ نو موخه یې دا ده چې خلک الله (ج) ته سجده و نه کړي. «زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطانُ – أَلاّ یَسْجُدُوا»
2- څوک چې الله (ج) ته سجده و نه کړي؛ نو څاروی هم ورباندې نیوکه کوي. «أَلاّ یَسْجُدُوا»
3- سجده، د الله (ج) لمانځنې استازندوی – مظهر ده. «أَلاّ یَسْجُدُوا لِلّهِ»
4- طبیعي لاملونه د الله (ج) د ځواک ښودنې اوزار او د ځواک وزلې دي. «یُخْرِجُ الْخَبْءَ» که څه اوبه، خاوره او رڼا ونډه لري؛ خو حقیقي راټوکوونکی الله (ج) دی.
5-عالم د الله (ج) محضر دی. «یَعْلَمُ ما تُخْفُونَ وَ ما تُعْلِنُونَ» ورته د یوې ذرې علم هم پټ نه دی، پټ او ښکاره ورته یو شان دي.
6- زموږ د سجدې دلیل دهغه ځواک «یُخْرِجُ الْخَبْءَ» علم یې، «یَعْلَمُ» ایکي یو والی یې، «لا إِلهَ إِلاّ هُوَ» ربوبیّت او ستریا یې ده . «رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیمِ»
قالَ سَنَنْظُرُ أَ صَدَقْتَ أَمْ کُنْتَ مِنَ الْکاذِبِینَ«27»= (سليمان) وويل: (((څېړنه كوم) وبه ګورو، چې رښتيا دې ويلي كه له دروغجنو يې.
اِذْهَبْ بِکِتابِی هذا فَأَلْقِهْ إِلَیْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانْظُرْ ما ذا یَرْجِعُونَ«28»= زما دا ليك يوسه او ور و یې غورځوه؛ بيا ترې په څنګ شه (په يوه ګوښه كې تم شه)؛ نو وګوره، چې څه غبرګون ښيي.))
ټکي:
* له کفارو او مشرکانو سره د پېغمبرانو لیکونه او لیک لیکاني اوږده مخېنه لري او د اسلام د پېغمبر صلی الله علیه و آله سیرت هم و. آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم د فارس و روم پاچایانو ته هم لیکونه استولي وو.
د پېغام، فرهنګي استازي، سفیر او مامور استول او په داسې مسایلو کې مخکې کېدل، بلنې او فرهنګي موخو ته په رسېدو کې د پېغمبرانو له سیرې ځنې وه.
پېغامونه:
1- ژر باور کول منع دي، بې دلیله د نورو خبرې ردول هم منع دي. «سَنَنْظُرُ» (د مهمو چارو په اړه په یوه راپور ډاډ مه کوئ.)
2- د نورو ادّعا او تبلیغات دې موږ له پلټنې منع نه کړي. (هدهد ادّعا وکړه: خبر مې یقیني دی؛ خو حضرت سلیمان وویل: پلټنه به وکړم) «سَنَنْظُرُ»
3- پلټنه یوازې د فاسق په راپورونو پورې ځانګړې نه؛ بلکې د شک په حالت کې هم پلټنه وکړئ. «سَنَنْظُرُ»
4- نه تصدیق، نه تکذیب، بلکې پلټنه او څېړنه. «سَنَنْظُرُ أَ صَدَقْتَ أَمْ کُنْتَ مِنَ الْکاذِبِینَ»
5- تر منفي ټکیو مخکې مثبت ټکي ووایئ. « أَ صَدَقْتَ أَمْ. »
6- په یوه رښتیا ویلو، د رښتینو په ټولي کې نه شمېرلېږو؛ خو په یوه دروغو په دروغجنو کې راځو. («صَدَقْتَ» د فعل په بڼه؛ خو «کاذِبِینَ» د فاعل اسم په بڼه، د « کُنْتَ» له کلمې سره هم راغلی دی)
7- مارغان هم د الله (ج) د احکامو په اجرا او د الله (ج) د ولیانو په اختیار کې دي. «اذْهَبْ بِکِتابِی»
8-قلم، د هدایت او بلنې تر له خورا مهمو اوزارو ځنې دی. «اذْهَبْ بِکِتابِی»
9- د نورو بلنې او هدایت او د سمې او ګټورې اړیکې د ټینګونې لپاره، دې ورمخکې شو. «اذْهَبْ بِکِتابِی»
10- د دندو د ترسره کونې لپاره د وګړیو په ټاکنه کې، چا چې ډېره پېژندنه او احساس درلود، همغه لومړیتوب لري. «اذْهَبْ»
11- الهي موخو ته د رسېدنې لپاره، ښځې ته د سړي لیک مانع نه لري. «بِکِتابِی»
12- د عقیدتي چارو په اړه، د ترخو راپورونو تر اورېدنې روسته، سملاسي غبرګون او دیني غیرت باید وښودل شي «اذْهَبْ بِکِتابِی»
13- د مطالبو او مفاهیمو په لېږدونه کې دې امین ووسو. «بِکِتابِی هذا»
14- پټ او له سترګو لرې پېژندنې تر ټولو ژورې پېژندنې دي. «ثُمَّ تَوَلَّ»
15- له حکومتونو او پېچلو سیاسي غونډالونو – سیستمونو سره په ساده توګه نشو چلېدلای. «فَأَلْقِهْ إِلَیْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ»
16- د پلان جوړونې ځواک د سنبالنې یا مدیریت له شرایطو ځنې دی. «اذْهَبْ بِکِتابِی – ثُمَّ تَوَلَّ»
17- نورو ته د تفکر او اندنې فرصت ورکړو. «فَانْظُرْ ما ذا یَرْجِعُونَ»
18- په ارشاد او نېکیو امر کولو کې د توفیق شرط، د حالاتو او نورو د روحیاتو پېژندنه ده. «فَانْظُرْ ما ذا یَرْجِعُونَ»
19- د وګړیو پېژندنه بسیا نه ده، پر نظام او چلوونکيو یې باید حساب وشي. «إِلَیْهِمْ – عَنْهُمْ – یَرْجِعُونَ»
20- د دښمن حالات تر نظر لاندې وساتئ. «فَانْظُرْ ما ذا یَرْجِعُونَ»
قالَتْ یا أَیُّهَا الْمَلَأُ إِنِّی أُلْقِیَ إِلَیَّ کِتابٌ کَرِیمٌ«29»= (ملكې سبا) وويل: (((د هېواد) مشرانو! په رښتیا يو ارزښتمن او مهم ليك راغورځول شوى دى؛
إِنَّهُ مِنْ سُلَیْمانَ وَ إِنَّهُ بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ«30»= په حقيقت کې دا (ليک) د سليمان له لوري دى او (مضمون يې دا) دى: د لوراند (او) لورين الله په نامه.
أَلاّ تَعْلُوا عَلَیَّ وَ أْتُونِی مُسْلِمِینَ«31»= (سپارښتنه مې داده)، لويي راباندې مه کوئ او مسلمان شوي راته راشئ.
ټکي:
*داچې بلقیس ولې د حضرت سلیمان لیک ته «کِتابٌ کَرِیمٌ» ویلی؛ نو په دې اړه ځینې دلایل رانقل شوي:
الف: د «بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ» مبارکې جملې له کبله
ب: لیک د حضرت سلیمان په ټاپې، ټاپه شوی و.
ج: د لیک بلنیزه منځپانګه.
د: د حضرت سلیمان د مقام په دلیل او ښايي ددې ټولو دلایلو له کبله وي.
پېغامونه:
1- بلقیس سلاکاران درلودل، چې د خبرونو او پېښو په اړه به یې ورسره سلامشورې کولې. «یا أَیُّهَا الْمَلَأُ»
2- ښځې ته لیک لوست یو ارزښت دی. «أُلْقِیَ إِلَیَّ کِتابٌ کَرِیمٌ»
3- بلقیس، تیزهوشه او د پېژندنې له لوړ ځواکه برخمنه وه. «کِتابٌ کَرِیمٌ»
4- بلنه او تبلیغ دې په لورنې او رحمت پیل کړو. «بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ»
5-ان د څو ټکیو په لیکلو کې دې هم، د بسم اللّه الرحمن الرحیم جمله پوره ولیکو، نه په لنډو. «إِنَّهُ بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ»
6- د انبیاوو پر وړاندې لويي د الله (ج) پر وړاندې لويي ده. «أَلاّ تَعْلُوا عَلَیَّ»
7- له تکبر او لویۍ لریوالی، حق ته د غاړې ایښوونې لاره هواروي. «أَلاّ تَعْلُوا عَلَیَّ وَ أْتُونِی مُسْلِمِینَ»
8- لیکونه دې ساده او لنډ ولیکو. القاب دې حذف او موخې روښانه کړو. له لعن او سپکاوي ډډه وکړو. رحمت او صلابت یو د بل په څنګ کې اوڅار کړو. « بِسْمِ اللّهِ. أَلاّ تَعْلُوا. وَ أْتُونِی»
قالَتْ یا أَیُّهَا الْمَلَأُ أَفْتُونِی فِی أَمْرِی ما کُنْتُ قاطِعَهً أَمْراً حَتّی تَشْهَدُونِ«32»=بيا يې وويل: (((د هېواد) مشرانو! په دې ستره موضوع كې مشوره راكړئ، چې ما بې ستاسې له حضور (او مشورې) يو مهم كار هم نه دى كړى.))
قالُوا نَحْنُ أُولُوا قُوَّهٍ وَ أُولُوا بَأْسٍ شَدِیدٍ وَ الْأَمْرُ إِلَیْکِ فَانْظُرِی ما ذا تَأْمُرِینَ«33»=دوی وویل: ((موږ پوره ځواكمن او زړور جنګیالي يو؛ نو پرېکړه ستا په لاس کې ده؛ نو وګوره چې څه امر کوې.))
ټکي:
*د «فتوی» او «فتی» کلمه له یوې جرړې دي. «شاب» هر ژڼي یا ځوان ته ویل کېږي؛ خو «فَتًی» هغه ځوان ته ویل کېږي چې مدبّر، زړور، عاقل او با صلابته وي. «فتوی» هم د عاقلانه، پخې او بشپړې خبرې په مانا ده.
پېغامونه:
1- بلقیس خپلو شاوخوا کسانو ته په درنه کتل او سلامشوره یې ورسره کوله. «ما کُنْتُ قاطِعَهً أَمْراً حَتّی تَشْهَدُونِ»
2- کله نا کله ځواک او امکانات د حق منلو خنډ ګرځي. «نَحْنُ أُولُوا قُوَّهٍ وَ أُولُوا بَأْسٍ» (ځواک او مقام د بلقیس سلاکاران مغرور کړي وو.)
3- په حکومتي چارو کې اخرنۍ خبره باید یو کس وکړي. «وَ الْأَمْرُ إِلَیْکِ» (نور نظر ورکوي؛ خو د هوډ یا تصمیم نیونې حق له یوه کس سره دی). «فَانْظُرِی ما ذا تَأْمُرِینَ»
4- بلقیس، د خپل وخت د وسله والو ځواکونه بولندوی وه. «نَحْنُ أُولُوا قُوَّهٍ وَ أُولُوا بَأْسٍ شَدِیدٍ وَ الْأَمْرُ إِلَیْکِ»
قالَتْ إِنَّ الْمُلُوکَ إِذا دَخَلُوا قَرْیَهً أَفْسَدُوها وَ جَعَلُوا أَعِزَّهَ أَهْلِها أَذِلَّهً وَ کَذلِکَ یَفْعَلُونَ«34»= ملكې وويل: ((باچايان چې (په زوره) يوې ودانې سيمې ته ورننوځي؛ نو ورانوي يې او عزتمن يې سپکوي (هو!) او همداسې کوي.
پېغامونه:
1- د باچایانو پر روحېاتو او ځانګړنو منښته – اعتراف د بلقیس د زړورتیا نښه ده. « قالَتْ إِنَّ الْمُلُوکَ. »
2- له بلقیس سره دا اندېښنه وه چې حضرت سلیمان به ماتې ورکړي او هم یې د خپل هېواد له ودانۍ سره مینه وه. «أَفْسَدُوها وَ جَعَلُوا أَعِزَّهَ أَهْلِها أَذِلَّهً»
3- یوازې پخپل ځواک مه ډاډه کېږئ؛ نور هم په پام کې ولرئ. (د بلقیس شاوخوا کسانو وویل: «نَحْنُ أُولُوا قُوَّهٍ وَ أُولُوا بَأْسٍ شَدِیدٍ»؛ خو بلقیس ګواښنه وکړه چې د حضرت سلیمان ځواک هم کم مه ګڼئ). «قالَتْ إِنَّ الْمُلُوکَ. »
4- د غیرې الهي حکومتونو طریقه په سیمه او خلکو کې د ذلت او فساد رامنځت کونه ده. «کَذلِکَ یَفْعَلُونَ»
5- د واکمنۍ غځېدا، د جګړې اور ته لمن وهل او ورانول د حکومت او ځواک آفت دی. «اَلْمُلُوکَ. أَفْسَدُوها وَ جَعَلُوا أَعِزَّهَ أَهْلِها أَذِلَّهً »
وَ إِنِّی مُرْسِلَهٌ إِلَیْهِمْ بِهَدِیَّهٍ فَناظِرَهٌ بِمَ یَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ«35»=او زه (اوس جګړه په خير نه ګڼم) يوه ډالۍ ورلېږم، ګورم چې زما استازى له څه ځواب سره راګرځي (او له دې لارې يې وازمېيو).))
پېغامونه:
۱- ښځه، له ذاتي پلوه جګړه ماره نه ده. « إِنِّی مُرْسِلَهٌ إِلَیْهِمْ بِهَدِیَّهٍ »
۲- هغه خوځښتونه چې مادي نیتونه لري، مادیاتو ته په رسېدنې، آرامېږي.
«بِهَدِیَّهٍ» (د ډالیو پر وړاندې غولېدنه د باچایانو ځانګړنه ده)
۳- ډالۍ کله نا کله، په رښتینه کې بډې او حق السکوت دی. «بِهَدِیَّهٍ»
۴- د ډالیو په رالېږنه، دښمنان موږ هم ازمېيي. «مُرْسِلَهٌ إِلَیْهِمْ بِهَدِیَّهٍ»
۵- طاغوتان او پاچایان پوهېدل، چې انبیا مادي موخې نه لري؛ خو د دوی جذب او ارامولو ته یې هڅه کوله. «مُرْسِلَهٌ إِلَیْهِمْ بِهَدِیَّهٍ»
فَلَمّا جاءَ سُلَیْمانَ قالَ أَ تُمِدُّونَنِ بِمالٍ فَما آتانِیَ اللّهُ خَیْرٌ مِمّا آتاکُمْ بَلْ أَنْتُمْ بِهَدِیَّتِکُمْ تَفْرَحُونَ«36»= نو چې (د ملكې سبا استازى) سليمان ته ورغى (سليمان ډالۍ ولیده او) ورته یې وويل: ((ايا غواړئ په دنیوي مال مې پام ځان ته راوړوئ (او چل وكړئ)؟! الله تر تاسې ډېر څه راکړي دي، هو! دا تاسې یاست، چې خپلو ډالیو ته خوشحالېږئ
اِرْجِعْ إِلَیْهِمْ فَلَنَأْتِیَنَّهُمْ بِجُنُودٍ لا قِبَلَ لَهُمْ بِها وَ لَنُخْرِجَنَّهُمْ مِنْها أَذِلَّهً وَ هُمْ صاغِرُونَ«37»= (استازيه!) ورستون شه (او ورته اعلان كړه، چې) موږ به هرومرو له نه ماتېدوني لښکر سره ورشو او له هغې (ودانې سيمې) به يې خورا سپک سپاند وشړو.))
پېغامونه:
1- د الله (ج) د اولیاوو نیت مادیات نه دي. «أَ تُمِدُّونَنِ» (د الله نارینه ځانونه پر پېسو نه پلوري؛ ځکه دوی د دنیا اسیران نه؛ بلکې امیران دي.)
2- د الله(ج) نارینه تیزویني، هوښیار او پریکنده دي. د ډالیو تر شا فاسد نیتونه ویني او ترې تښتي او ددې نیتونو خاوندان غندي. «أَ تُمِدُّونَنِ بِمالٍ»
3- ډالۍ په غوره توګه ومنئ او و یې ځوابوئ. «إِذا حُیِّیتُمْ بِتَحِیَّهٍ فَحَیُّوا بِأَحْسَنَ مِنْها» [50] خو نه په هغو ځایونو کې چې ډالۍ د بډې بڼه ولري. «أَ تُمِدُّونَنِ»
4- کافر ټولو ته پر خپله سترګه ګوري. «أَ تُمِدُّونَنِ بِمالٍ»
5- د دنیا مال ارزښت نه لري. «بِمالٍ» په ادبي اصطلاح، تنوین د سپکاوۍ لپاره دی.
6- د الله (ج) نارینه، نعمتونه له هغه ګڼي. «فَما آتانِیَ اللّهُ»
7- کله نا کله د خپل ځواک څرګندول لازم دي. «فَما آتانِیَ اللّهُ خَیْرٌ مِمّا آتاکُمْ»
8- د حرام مال د نه منلو او ستنولو لپاره تر ټولو غوره اړم، الهي لورنو ته پاملرنه ده. «أَ تُمِدُّونَنِ بِمالٍ فَما آتانِیَ اللّهُ خَیْرٌ مِمّا آتاکُمْ»
9- د الله (ج) اولیاء په الهي لورنو ارامتیا مومي. «فَما آتانِیَ اللّهُ خَیْرٌ مِمّا آتاکُمْ» او مادي خلک په مادیاتو. «بَلْ أَنْتُمْ بِهَدِیَّتِکُمْ تَفْرَحُونَ»
10- پوهه او حکمت تر مال غوره دي. «فَما آتانِیَ اللّهُ خَیْرٌ مِمّا آتاکُمْ»
11- تر منطق روسته، د ځواک ښودنې نوبت دی. «فَلَنَأْتِیَنَّهُمْ»
12- هغوی چې یوازې په ځواک ډډه لګوي، غوڅې خبرې ورسره وکړئ. «فَلَنَأْتِیَنَّهُمْ»
13- په تېرو ادیانو کې هم، جهاد و. «فَلَنَأْتِیَنَّهُمْ»
14- تبلیغ او هدایت بې هجرته او بې ځواکه کارسازی نه دی. «فَلَنَأْتِیَنَّهُمْ»
15- هغه چې له مادیاتو تېر شي؛ نو په ځواک خبره او له حقه دفاع کړای شي. «ارْجِعْ إِلَیْهِمْ فَلَنَأْتِیَنَّهُمْ»
16- مشر باید له خپلو وسله والو ځواکونو بسیا ډاډ ولري. «بِجُنُودٍ لا قِبَلَ لَهُمْ بِها»
17- د حقپالو پوځي ځواک باید د باطل پالو تر ځواک ډېر وي. «بِجُنُودٍ لا قِبَلَ لَهُمْ»
18- د شرک او کفر حکومتونو سپکاوی او ذلت ته راکښنه جایز ده. «أَذِلَّهً وَ هُمْ صاغِرُونَ»
قالَ یا أَیُّهَا الْمَلَؤُا أَیُّکُمْ یَأْتِینِی بِعَرْشِها قَبْلَ أَنْ یَأْتُونِی مُسْلِمِینَ«38»=(سليمان) وويل: (((د هېواد) مشرانو! كوم يو به مو د هغې تخت تردې مخکې راته راوړي، چې اېللي راته راشي؟))
قالَ عِفْرِیتٌ مِنَ الْجِنِّ أَنَا آتِیکَ بِهِ قَبْلَ أَنْ تَقُومَ مِنْ مَقامِکَ وَ إِنِّی عَلَیْهِ لَقَوِیٌّ أَمِینٌ«39»=يوه پیاوړي پیري وويل: ((زه به يې مخكې تردې راوړم، چې له خپله ځايه پاڅې، زه ددې (كار) وس لرم او امين هم يم!))
ټکي:
*د «عِفْرِیتٌ» په کلمه کې د شدت او ځواک مانا پرته ده.
* روسته له دې چې د بلقیس استازي له خپلو ډالیو سره ستانه شول او د سبا ملکه له دې خبره شوه چې حضرت سلیمان باچا نه دی؛ نو ملکې هوډ وکړ چې حضرت سلیمان ته ورشي چې حالات له نږدې وویني. حضرت سلیمان د بلقیس له راتګه خبر شو او ځان یې ځواک ښودنې ته چمتو کړ.
پېغامونه:
1- د حضرت سلیمان شاوخوا کسان، له سرباندې یا فوق العاده ځواکه برخمن وو. «أَیُّکُمْ»
2- سمې سیالۍ ته ډګر پرانستي پرېږدئ. «أَیُّکُمْ»
3- په مناسبو شرایطو کې د نورو له وړتیاوو ګټنه وکړئ. «أَیُّکُمْ یَأْتِینِی»
4- معیار او ملاک جنسیت نه؛ بلکې وړتیا او ځواک دی. «أَیُّکُمْ یَأْتِینِی» سره له دې چې د حضرت سلیمان په شاوخوا کې پیریان، مارغان او انسانان وو؛ خو د غوراوي معیار او ملاک د تخت راوړنې ځواک دی، نه د راوړوونکي جنسیت.
5- که له انسانه یې تخت و تاج واخلو، اېل او تسلمېدل یې اسان دي. «یَأْتِینِی بِعَرْشِها»
6- قرآن د «طیّ الارض» [51] مساله مني. « یَأْتِینِی بِعَرْشِها قَبْلَ أَنْ. »
7- ځواک ښودنه دې له مخاطب سره انډول وي. «بِعَرْشِها»
8-د نورو د هدایت لپاره له خپلو امکاناتو ګټنه وکړئ. «بِعَرْشِها»
9- هغه بریالی دی چې تر دښمن مخکې اقدام وکړي. «قَبْلَ أَنْ یَأْتُونِی»
10- سرباندې کارونه دې له لوړو موخو سره یوځای وي. «یَأْتِینِی بِعَرْشِها – یَأْتُونِی مُسْلِمِینَ»
11- حضرت سلیمان غیبي علم درلود. «یَأْتُونِی مُسْلِمِینَ»
12- په یوه بریالي نظام او حکومت کې دې له ټولو ځواکونو پر خپل ځای ګټنه وشي. «قالَ عِفْرِیتٌ مِنَ الْجِنِّ»
13- پیری د انسان مرسته کړای شي . «قالَ عِفْرِیتٌ مِنَ الْجِنِّ»
14- وړتیا مو نورو ته اعلان کړئ. «أَنَا آتِیکَ»
15- سرعت، ځواک او امانت د سترو کارونو د کونې شرط دی. «قَبْلَ أَنْ تَقُومَ مِنْ مَقامِکَ – لَقَوِیٌّ أَمِینٌ»
قالَ الَّذِی عِنْدَهُ عِلْمٌ مِنَ الْکِتابِ أَنَا آتِیکَ بِهِ قَبْلَ أَنْ یَرْتَدَّ إِلَیْکَ طَرْفُکَ فَلَمّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِنْدَهُ قالَ هذا مِنْ فَضْلِ رَبِّی لِیَبْلُوَنِی أَ أَشْکُرُ أَمْ أَکْفُرُ وَ مَنْ شَکَرَ فَإِنَّما یَشْکُرُ لِنَفْسِهِ وَ مَنْ کَفَرَ فَإِنَّ رَبِّی غَنِیٌّ کَرِیمٌ«40»= (خو) له كوم سړي سره، چې د (اسماني) كتاب څه پوهه وه وويل: ((زه به يې د سترګو په رپ کې درته راوړم))؛ نو څنګه چې (سلیمان) هغه (تخت) له ځان سره ايښوول شوى وليد، ويې ويل: ((دا زما د پالونكي لورنه ده، چې و مې ازمېيي، چې شكر كوم كه ناشكري؟! او څوك چې شكر كوي؛ نو په خپله ګټه يې شكر كړى او څوك چې ناشكري كوي (؛ نو په خپل زيان يې كوي او پوه دې شي) چې پالونكى مې هغه سخاوت والا (دی چې د بندګانو له منندوینې) بې پروا دی.))
قالَ نَکِّرُوا لَها عَرْشَها نَنْظُرْ أَ تَهْتَدِی أَمْ تَکُونُ مِنَ الَّذِینَ لا یَهْتَدُونَ«41»=و یې ویل: ((داسې وکړئ، چې خپل تخت و نه پېژني، چې وګورو ځیر کېږي که نه.))
ټکي:
*په دوی کې چې د کتاب پوهه یې درلوده، «آصف بن بَرخیا» د حضرت سلیمان خوریې او وزیر یې و؛ لکه څرنګه چې له امام هادي رحمة الله علیه هم رانقل شوي دي. [52] امام باقر رحمة الله علیه وویل: الهي اسم اعظم درې اویا ټکي دي چې آصف برخیا یې یوازې د یوه ټکي په پوهېدنې د داسې ځواک ښودنه وکړه. [53]
* داچې د کتاب له پوهې څخه موخه څه ده؟ ویلې یې دي: موخه ترې د اسماني کتابونو، لوح محفوظ یا اسم اعظم څخه اګاهي ده.
*پوښتنه: «آصف بن بَرخیا» څرنګه بې د خاوند له اجازې یې تخت راروان او تصرف کړ؟
ځواب: دا کار د خلکو پر اموالو د انبیاوو د ولایت او د بلقیس او د دوی د خلکو د هدایت په پار و.
*کفر څو ډوله دی: یو له الله (ج) انکار او بل د نعمتونو کفران.
* د الله (ج) شکر هم ډولونه لري: په ژبه شکر او په زړه او عمل شکر.
* تر بحث لاندې آیت کې وايي: (خو) له كوم سړي سره، چې د (اسماني) كتاب څه پوهه وه وويل: ((زه به يې د سترګو په رپ کې درته راوړم))
خو د رعد سورت په روستي آیت کې الله (ج)، خپل پېغمبر ته وايي: کفار دې رسالت نه مني، ورته ووایه، کافي ده چې الله او هغه مو په منځ کې شاهد وي چې د کتاب پوهه ورسره ده. په روایتونو کې لولو: د کتاب د پوهې له خاونده مراد حضرت علي کرم الله وجهه دی. څوک چې د کتاب د پوهې پر لږه برخه پوهېږي؛ نو د بلقیس تخت د سترګو په رپ کې حاضروي؛ نو هغه چې د ټول کتاب پوهه لري؛ نو په ټول عمر کې به څومره ځواک ولري؟
*امام صادق رحمة الله علیه وايي: هغه کس چې د پوهې یوه برخه ورسره وه؛ نو د حضرت علي په مقابل کې داسې و؛ لکه د سمندر په پرتله چې د مچ پر وزر د اوبو یو څاڅکې وي.[54]
* په روایاتو کې وایو: امام صادق رحمة الله علیه خپل ټټر ته اشاره وکړه، و یې ويل: «و عندنا و الله علم الکتاب کله» قسم پر خدای، د کتاب ټوله پوهه راسره ده. [55]
* په ډېری روایتونو کې لولو چې سپيڅلي امامان به د زمان او مکان له قیده بهر په یوې سیمې کې حاضرېدل: د مثال په ډول، امام جواد رحمة الله علیه د پلار د شهادت پر مهال، له مدینې څخه طوس ته ولاړ.
امام کاظم رحمة الله علیه د بغداد له زندانه راووت او په مدینه کې حاضر شو.
امام سجاد رحمة الله علیه د اسارت پر مهال کربلا ته ولاړ او د خپل پلار امام حسین مړی یې خاورو ته وسپاره.
امام حسین (رض) تر شهادت مخکې، د کربلا یو موټی خاوره راواخسته او په مدینې کې یې حضرت ام السّلمې (رضي الله عنها) ته ورکړه . [56] نو له دې مخې امامانو ته «طیّ الارض» او د برېښنا په څېر چټک حرکت مخینه لري.
پېغامونه:
1- د حضرت سلیمان په کابینه کې اوچتو پوهانو شتون درلود. «عِنْدَهُ عِلْمٌ مِنَ الْکِتابِ»
2- انسان پر طبیعت او طبیعي قوانینو یې لاسبرېدای شي. «أَنَا آتِیکَ»
3- د انسان ځواک تر پیري ډېرېدای شي. «عِفْرِیتٌ مِنَ الْجِنِّ – اَلَّذِی عِنْدَهُ عِلْمٌ. »
4- باید په ځینو ځایونو کې د خپل ځواک څرګندونه وشي. «أَنَا آتِیکَ»
5- پوهه د ځواک سرچینه ده. په علمي ځواک د غږ اورېدنې او انځور لېدنې پرځای، خپله څیزونه ځای پر ځای کولای شو. (په انسان کې داسې استعدادونه، وړتیاوې او خوالي شته چې لا تراوسه نه دي برسېره شوي). «أَنَا آتِیکَ»
6- د دندو پر سپارنه کې مسارعه(= ګړندیتوب = سرعت عمل) یو امتیاز دی. لکه څرنګه چې په پلور کې مزایده او په پېر کې مناقصه د سیالۍ عامل او ارزښت دی. «أَنَا آتِیکَ بِهِ قَبْلَ أَنْ یَرْتَدَّ إِلَیْکَ طَرْفُکَ»
7- د پوهې او ځواک مدّعیان دې عملاً خپله خبره ثابته کړي. «فَلَمّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا»
8-د الله اولیاء، نعمتونه د الله (ج) له لوري ګڼي . «هذا مِنْ فَضْلِ رَبِّی»
9- الهي نعمتونه خپل حق ونه ګڼو. «فَضْلِ رَبِّی»
10- په خپله پوهه او ځواک دې غره نه شو. «هذا مِنْ فَضْلِ رَبِّی»
11- الهي نعمتونه دې په ژبه ووایو. «هذا مِنْ فَضْلِ رَبِّی»
12- د نعمتونو ورکړه او اخستل یې زموږ د ودې لپاره دي. «رَبِّی»
13- الهي نعمتونه د بریالیتوب او خوند اخستنې نه؛ بلکې د بندګۍ او ازمېښت وزلې دي.
«لِیَبْلُوَنِی أَ أَشْکُرُ»
14- انبیا هم ازمېیل کېږي . «لِیَبْلُوَنِی»
15- انسان، مختار دی ، نه مجبور. مَنْ شَکَرَ. وَ مَنْ کَفَرَ
16- خپل عمل د لارې مل دی. «وَ مَنْ شَکَرَ فَإِنَّما یَشْکُرُ لِنَفْسِهِ»
17- الله (ج) مو شکر ته اړتیا نه لري . « مَنْ شَکَرَ. وَ مَنْ کَفَرَ فَإِنَّ رَبِّی غَنِیٌّ کَرِیمٌ »
الهي نعمتونه یې د ناپایه درښتن او لورنې (فضل او لطف) ځنې سرچینه اخلي، ان که ناشکري یې هم وکړو؛ نو هغه د خپل ربوبیت د مقتضا له مخې رالورېږي.
شکر نعمت نعمت افزون کند – کفر نعمت از کفت بیرون کند
«د نعمت شکر دې نعمت ډېروي د نعمت کفر دې نعمت له لاسه اوباسي»
18- د بلنې په طریقه کې، غوړه مالي منع ده . «وَ مَنْ کَفَرَ فَإِنَّ رَبِّی غَنِیٌّ»
19- شتمني او سخاوت یو د بل په څنګ کې ارزښتمن دي . «غَنِیٌّ کَرِیمٌ»
20- د الله (ج) اولیا د خلکو پر مالونو ولایت لري. «نَکِّرُوا لَها»
21- کله نا کله د هوښیار ازمېښت ته، ادلون بدلون جایز دی . « نَکِّرُوا لَها. نَنْظُرْ أَ تَهْتَدِی »
فَلَمّا جاءَتْ قِیلَ أَ هکَذا عَرْشُکِ قالَتْ کَأَنَّهُ هُوَ وَ أُوتِینَا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِها وَ کُنّا مُسْلِمِینَ«42»= ملكه چې راغله؛ نو ورته وويل شول: ((ايا تخت دې همداسې دى؟)) هغې وويل: ((لكه چې دا خو هماغه دى! او موږ خو لا د مخه [د سلیمان پر حقانیت] پوهېدلي وو او غاړه مو ایښې وه))
وَ صَدَّها ما کانَتْ تَعْبُدُ مِنْ دُونِ اللّهِ إِنَّها کانَتْ مِنْ قَوْمٍ کافِرِینَ«43»= او (په حقيقت كې) د “الله” پر ځاى یې د نورو معبودانو لمانځنه (پر الله د ايمان راوړو) خنډ شوى و؛ ځكه نوموړې [په پيل کې] له يوه كافر قومه وه.
ټکي:
*د «وَ أُوتِینَا الْعِلْمَ» جمله ظاهراً د بلقیس د خبرو ادامه ده او ښايي د حضرت سلیمان او شاوخوا کسانو خبره وي چې ویلي یې دي: تر بلقیس مخکې پوهه راکړه شوې او تر هغې مخکې مسلمان وو. [57]
*پوښتنه: بلقیس چې د حضرت سلیمان پر حقانیّت خبره شوې وه، ولې یې ژر غاړه کېنښوده؟
ځواب: د شرک ټولنې او چاپېریال یې د غاړې ایښودنې مانع وه؛ لکه څرنګه چې قرآن وايي:
«وَ صَدَّها ما کانَتْ تَعْبُدُ مِنْ دُونِ اللّهِ إِنَّها کانَتْ مِنْ قَوْمٍ کافِرِینَ»
پېغامونه:
1- په لومړنیو مخامخېدو کې روستۍ خبره په پیل کې مه کوئ. «أَ هکَذا – کَأَنَّهُ هُوَ» (و یې نه ویل:
«هذا عرشک» او هم یې و نه ویل: «انّه هو».)
2- هغه ښوونځی ارزښت لري چې د پوهې پر بنسټ وي. «وَ أُوتِینَا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِها وَ کُنّا مُسْلِمِینَ»
3- چاپېریال، ټولنه او خرافي ګروهې د رښتیني ایمان په لار کې خنډ دي. «وَ صَدَّها ما کانَتْ»
4- بده مخینه د بدې راتلونکې پر درلودنې دلیل نه دی. «إِنَّها کانَتْ مِنْ قَوْمٍ کافِرِینَ»
قِیلَ لَهَا ادْخُلِی الصَّرْحَ فَلَمّا رَأَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّهً وَ کَشَفَتْ عَنْ ساقَیْها قالَ إِنَّهُ صَرْحٌ مُمَرَّدٌ مِنْ قَوارِیرَ قالَتْ رَبِّ إِنِّی ظَلَمْتُ نَفْسِی وَ أَسْلَمْتُ مَعَ سُلَیْمانَ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمِینَ«44»=هغې ته وويل شول: (((د ماڼۍ) انګړ ته ورننوځه!)) چې و یې كتل؛ نو د اوبو د ډند ګومان يې پرې وكړ او پايڅې يې بډ وهلې (چې له اوبو تېره شي؛ خو سلېمان) ورته وويل: (((دا اوبه نه دي)؛ بلكې له ښويې ښيښې جوړ انگړ دى)) ملکې وويل: ((پالونكيه! پر ځان مې ظلم كړى و او (دادى) له سلیمان سره مې نړۍ پال الله ته غاړه کېښووه.))
ټکي:
* د «صَرْحٌ» کلمه د فضا یا سترې ماڼۍ په مانا دی. «لُجَّهً» یعنې پنډ او متراکم، او «مُمَرَّدٌ» د ښو یې په مانا دی.
پېغامونه:
1- د رسالت مقام له برم، پرتم او حکومت سره منافات نه لري. «قِیلَ لَهَا ادْخُلِی الصَّرْحَ»
2- د هدایت او تبلیغ په لار کې هر چا ته دې په یوه طریقه هدایت وشي. «قِیلَ لَهَا ادْخُلِی الصَّرْحَ» له مړو او شتمنو سره دې داسې چلن ونشي چې وانګېري ایمان د نشتمنۍ او فقر په مانا دی.
3- مادي امکانات دې د دین د تبلیغ په خدمت کې وي. «قِیلَ لَهَا ادْخُلِی الصَّرْحَ» د حضرت سلیمان د اهدافو په شان له صنعت او مادي امکاناتو د نورو د هدایت لپاره مرسته اخستل کېدای شي.
4- له کافرو مېلمنو په ورین او پراخ تندي هرکلی وکړئ. «قِیلَ لَهَا ادْخُلِی الصَّرْحَ»
5- په هرکلي کې د خلکو شأن ته پاملرنه وکړئ . «قِیلَ لَهَا ادْخُلِی الصَّرْحَ»
6- کله انسان ويني؛ خو ناسم یې ویني. (د سترګې خطا) «حَسِبَتْهُ لُجَّهً»
7- ماڼۍ مېشتي کافران د خپل نظام د صنعت، نوون، هنر او ښکلا په مقابل کې سر ټیټونې ته اړ کړئ. «صَرْحٌ مُمَرَّدٌ مِنْ قَوارِیرَ»
8- په معمارۍ کې د ښېښې کارونه د حضرت سلیمان له وخته ده. «صَرْحٌ مُمَرَّدٌ مِنْ قَوارِیرَ»
9- د حق منل کمزورتیا نه؛ بلکې آزادي او حریت دی. «رَبِّ إِنِّی ظَلَمْتُ نَفْسِی»
10- په غیر الله پورې د ځان او زړه تړل او د غیر الله لمانځنه – چې هر څوک او هر څه وي- ظلم دی. «ظَلَمْتُ نَفْسِی»
11- رښتینې توبه هغه ده چې تېر په منښته جبران کړو او راتلونکې لار د الهي هدایت په څراغ ووهو. «ظَلَمْتُ نَفْسِی وَ أَسْلَمْتُ مَعَ سُلَیْمانَ»
12- د نامې، ډوډۍ، عنوان او شاوخوا کسان مو پر حق له منښتې او د ګروهې له بدلونه خنډ نه شي. «ظَلَمْتُ نَفْسِی وَ أَسْلَمْتُ»
13- تکامل، پړاونه لري :
لومړی پړاو: له ظلمته وتل، او بل پړاو رڼا ته ورننووتل دي. «ظَلَمْتُ نَفْسِی وَ أَسْلَمْتُ مَعَ سُلَیْمانَ»
14- د ایمان روح هماغه غاړه ایښوونه ده. حضرت سلیمان هم پخپل بلنلیک کې ورته اشاره لري: «وَ أْتُونِی مُسْلِمِینَ» او هم د سبا ملکه د کار په پای کې وايي: «أسلمت»
15- ایمان، د هستۍ پنځګر – خالق ته غاړه ایښوونه ده، نه مخلوق ته که څه حضرت سلیمان وي. «أَسْلَمْتُ مَعَ سُلَیْمانَ لِلّهِ»
16- ښځه د ګروهې په ټاکنه او څرګندونه کې خپلواکه ده. «أَسْلَمْتُ مَعَ سُلَیْمانَ لِلّهِ»
17- ایمان په یوازې ځان بسیا نه دی، له اولیاوو او انبیاوو سره یوځای کېدنه انسان بیمه او خوندي کوي. «أَسْلَمْتُ مَعَ سُلَیْمانَ لِلّهِ»
18- د سیاسي، اقتصادي، پوځي او کورنیو اړیکو په مقابل کې الهي او سپیڅلې اړیکې هم موندل کېږي. «مَعَ سُلَیْمانَ»
19- زر او زیور نږه وګړي نه مړوي؛ خو ورکه یې د هستۍ سرچینې ته لاسرسی دی. «أَسْلَمْتُ. لِلّهِ رَبِّ الْعالَمِینَ»
20- د انبیاوو د حکومت موخه پر هېوادونو یرغل نه؛ بلکې الله (ج) ته بلنه ده. د سبا ملکه هم پر همدې حقیقت پوه شوې وه؛ نو د خبرې په پای کې یې وویل: «أَسْلَمْتُ مَعَ سُلَیْمانَ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمِینَ»
وَ لَقَدْ أَرْسَلْنا إِلی ثَمُودَ أَخاهُمْ صالِحاً أَنِ اعْبُدُوا اللّهَ فَإِذا هُمْ فَرِیقانِ یَخْتَصِمُونَ«45»= او په رښتيا “ثمود” ته یې مو رور”صالح” ولېږه، چې (یوازې) الله ولمانځئ؛ نو دوی یو دم دوه دښمنې ډلې (مؤمن او كافر) شوې.
قالَ یا قَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُونَ بِالسَّیِّئَهِ قَبْلَ الْحَسَنَهِ لَوْ لا تَسْتَغْفِرُونَ اللّهَ لَعَلَّکُمْ تُرْحَمُونَ«46»= (صالح) وويل: (((زما قومه! ولې تر رحمت مخكې په بيړه عذاب غواړئ؟ ولې له خدايه بښنه نه غواړئ، ښايي درباندې ولورېږي؟))
ټکي:
*حضرت صالح خلک له الهي عذابه وېرول او ګواښنه یې ورته کوله؛ خو دوی ویل: «یا صالِحُ ائْتِنا بِما تَعِدُنا»[58] نو په څه چې موږ ګواښې، راوله. په دې آیت کې حضرت صالح وايي: د خير پر ځای ولې شر غواړئ؟ لکه څرنګه چې کفارو له حضرت هود او د اسلام له پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ځنې په عذاب کې بېړه غوښته.
*امام باقر رحمة الله علیه وايي: ځینو د حضرت صالح بلنه ومنله او ځینو دروغ وګڼله. [59]
*سره له دې چې ټولو انبیاوو له خلکو سره د خواخوږۍ او رورولۍ چلن درلود؛ خو داچې د «أَخاهُمْ» کلمه یې یوازې د ځینو لپاره کارېدلې، ښايي ګټنه وشي چې ځینې انبیا پر مینه ناک چلن سربېره د خپل قوم خپلوان هم وو.
پېغامونه:
1- انبیاء له خلکو سره په رورۍ چلېدل « أَخاهُمْ »
2- توحید ته بلنه د انبیاوو د بلنې سرټکی دی. «أَنِ اعْبُدُوا اللّهَ»
3- تمه مه لرئ چې ټول خلک به مو منطق ومني. «فَإِذا هُمْ فَرِیقانِ»
4- د حق او باطل ترمنځ شخړه تلپاتې ده. «یَخْتَصِمُونَ»
5- د مجرمانو راتګ ته د توبې لار پرانستې پرېږدئ. «لَوْ لا تَسْتَغْفِرُونَ»
6- انبیاء د خلکو زړه سواندي دي. «یا قَوْمِ. لَوْ لا تَسْتَغْفِرُونَ اللّهَ لَعَلَّکُمْ تُرْحَمُونَ»
7- استغفار، د الهي رحمت راماتونې ته لار هواروي. «تستغفرون اللّه لعلّکم ترحمون»
قالُوا اطَّیَّرْنا بِکَ وَ بِمَنْ مَعَکَ قالَ طائِرُکُمْ عِنْدَ اللّهِ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُونَ«47»= و یې ويل: ((ته او لارویان دې مو په بد فال نيولي، (صالح) وويل: (نېکمرغي او) بدمرغي مو له الله سره ده (او ټول مقدارت یې په قدرت ټاكل كېږي)؛ بلكې یو قوم یاست چې ازمېیل کېږئ.))
وَ کانَ فِی الْمَدِینَهِ تِسْعَهُ رَهْطٍ یُفْسِدُونَ فِی الْأَرْضِ وَ لا یُصْلِحُونَ«48»= او په ښار كې نهه تنه (یا نهه ډلې) وې، چې (د حجر) پر ځمكه يې بدچاري کوله او هېڅ سم کار يې نه کاوه.
ټکي:
*د «رَهْطٍ» کلمه هغه ډلې ته ویل کېږي چې ترمنځه یې توده اړیکه وي. [60]
*د «تطیر» کلمه له «طیر» څخه د مارغه په مانا ده. عربانو به د سفر پرمهال یوه مارغه خوشې کاوه، که ښي اړخ ته به والوت (په نېک فال یې نیوه) او په سفر به روانېدل او که کیڼ لوري ته به والوت؛ نو (په بد فال یې نیوه) او سفر به یې ځنډاوه[61]
* په اسلام کې (د طېرې په نامه) بد فال نیول، شرک ګڼل شوي. بد فال د اصلي دلایلو پرېښودل او په کږنو انګېرنو یا خرافاتو پسې تلل دي.
*انبیا په بد فال نیول، په قرآن کې څو ځل راغلي: فرعونیانو به بدبختۍ د حضرت موسی له کبله ګڼلې؛ «یَطَّیَّرُوا بِمُوسی»[62] حضرت عیسی ته یې وویل: «إِنّا تَطَیَّرْنا بِکُمْ[63] په دې آیت کې هم وايي: صالح ته یې وویل: «اطَّیَّرْنا بِکَ»
*د «بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُونَ» جمله څو ډوله مانا کولای شو:
الف: تاسې د دوکه مارو لاملونو له لارې دوکه خوړلې، چې داسې څوار – مقاومت کوئ. (نو له دې مخې «فتنه» د دوکې او فریب په مانا ده)
ب: تاسې په ترخو پېښو ازمېیل کېږئ. (که له فتنې مراد ازمېښت وي)
ج: د ځېل او اینډه مارۍ له کبله سزا درکول کېږي. (نو له دې مخې ښايي له فتنې ځنې مراد عذاب وي)
پېغامونه:
1- د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم او مسلمانان دې پوه شي چې د تېرو انبیاوو او ملګرو یې څرنګه سپکاوی کېده؛ نو سختۍ دې وزغمي. «قالُوا اطَّیَّرْنا»
2- فال نیول، پخوانۍ مخینه لري . (څوک چې پر الله (ج) او الهي حکمت ایمان ونلري، کږنو او انګېرنو یا خرافاتو ته مخه کوي). «اطَّیَّرْنا»
3- په کوم نظام کې چې علم، ادب، منطق او وحې واکمنه نه وي، هغه څېرې چې د برکت لامل دي، د بدبختۍ لامل معرفي کېږي. «اطَّیَّرْنا بِکَ»
4- د انبیاوو شتون د طبیعي او ورځنیو ستونزو د له منځه تلنې په مانا نه دي. «اطَّیَّرْنا بِکَ»
5- ترخې او ناوړه پېښې هر یو حکیمانه دلایل لري، چې الله (ج) یې رامنځته کوي. «طائِرُکُمْ عِنْدَ اللّهِ»
6- له انبیاوو سره چلن، الهي ازمېښت دی. «تُفْتَنُونَ»
قالُوا تَقاسَمُوا بِاللّهِ لَنُبَیِّتَنَّهُ وَ أَهْلَهُ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِیِّهِ ما شَهِدْنا مَهْلِکَ أَهْلِهِ وَ إِنّا لَصادِقُونَ«49»= پخپلو كې یې وويل: ((پر الله قسم وکړئ، چې د شپې به دا او کورنۍ یې له منځه یوسو، بيا به يې خپلوانو ته وايو: موږ یې د كورنۍ په وژنې كې حاضر نه وو او بيخي رښتيا وايو.))
ټکي:
*«نبیتنه» د «تبییت» له کلمې د برید او شپني یرغل په مانا دی.
* په اسلام کې هغه قسم ارزښتمن او وفا ورباندې اړینه ده چې د ارزښتمن کار د کونې یا ناوړه کار د پرېښونې لپاره شوی وي؛ نو که څوک قسم وخوري چې مظلوم ته به زیان ورسوي یا له ظالمه به ملاتړ وکړي، دا قسم شرعي او قانوني ارزښت نه لري.
*دا آیت د مکې د کفارو قسم رایادوي چې په ګډه یې هوډ وکړ چې د اسلام پر پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم شپنی برید وکړي او بستره کې یې شهید کړي؛ خو انحضرت صلی الله علیه و آله وسلم پر خپل ځای حضرت علي سملاوه او د دښمن توطیه خنثی شوه.
پېغامونه:
1- پټې خبرې تر پېړېو روسته رابرسېرېږي. «قالُوا تَقاسَمُوا»
2- دښمن له دیني سپېڅلتیاوو ناوړه ګټنه کوي. «تَقاسَمُوا بِاللّهِ»
3- تر ټولو لوی مجرمان – چې د انبیاوو وژونکي دي – په زړه کې الله (ج) مني او د هغه په نامه خپل شرارتونه تنظیموي او سنبالوي. «تَقاسَمُوا بِاللّهِ»
4- باطلې ډلې او وګړي، د ګډو موخو لپاره یو له بل سره یو موټی کېږي او قسم خوري. «تَقاسَمُوا»
5-په تاریخ کې ډېر عبرتونه شته. (د پېغمبر د وژنې لپاره د الله (ج) په نامه قسم خوړل) «تَقاسَمُوا بِاللّهِ لَنُبَیِّتَنَّهُ» (لکه څرنګه چې خوارجو د الله (ج) په کور کې او د الله په میاشت کې د الله ولي د عبادت پر مهال، الله ته د نږدې والي یا تقرب په نیت د قدر پر شپه او د نوولسمې روژې پر ګهېځ پر تورې وواهه او شهید یې کړ).
6-د دسیسو د ترسره کونې لپاره د شپې له تپې تیارې ګټنه پخوانی تاریخ لري. «لَنُبَیِّتَنَّهُ»
7- انبیاء او ملګري یې له سختو دسیسو سره مخ وو. «لَنُبَیِّتَنَّهُ وَ أَهْلَهُ»
8- د بشر قساوت او سخت زړي پوله نه لري. (د پېغمبر وژنه، د پېغمبر د خپلوانو وژنه او وژنې ته دسیسې جوړول). «لَنُبَیِّتَنَّهُ وَ أَهْلَهُ»
9- قصاص یو عقلي قانون دی چې په ټولو اسماني ادیانو کې هم و. «لَنَقُولَنَّ لِوَلِیِّهِ»
10- مجرم په ظاهرسازۍ او مخونه پر خپلې ګناه برغولی ږدي. «ما شَهِدْنا»
11- پر هغوی باور مه کوئ چې د صداقت لاپې شاپې او د صداقت شعارونه ورکوي. « لَنَقُولَنَّ. إِنّا لَصادِقُونَ»
12- د انبیاوو وژوونکي هم صداقت یو ارزښت ګڼي. «إِنّا لَصادِقُونَ»
وَ مَکَرُوا مَکْراً وَ مَکَرْنا مَکْراً وَ هُمْ لا یَشْعُرُونَ«50»= یوه دسیسه يې جوړه كړه او موږ هم بې له دې چې (په حسي درک) ځیر شي، د دسیسې سزا یې ورکړه.
فَانْظُرْ کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ مَکْرِهِمْ أَنّا دَمَّرْناهُمْ وَ قَوْمَهُمْ أَجْمَعِینَ«51»= نو وګوره، چې د دسیسې پاى يې څنگه شوه؟ چې موږ دوى (نهه واړه ډلې) او ټول قوم يې هلاك كړل!
ټکي:
* د ثمود د قوم هلاکت په قرآن کې په څو تعبیرونو راغلی دی:
الف: زلزله. «فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَهُ[1]
ب: صاعقه. «فَأَخَذَتْهُمُ الصّاعِقَهُ»[2]
ج: صیحه. «وَ أَخَذَ الَّذِینَ ظَلَمُوا الصَّیْحَهُ»[3]
البتّه هېڅ توپیر نه لري چې درې واڼه عذابونه په یوه وخت کې پېښ شوي وي.
* ګناهګارانو ته د نعمت او مهلت ورکول د الهي دسیسو بېلګې دي، چې په دې توګه دوی بوخت شي او همدا چې پېمانه یې ډکه شي، ناڅاپه پر الهي عذاب اخته کېږي.
پېغامونه:
1- الهي سزاوې د انسان له جُرم سره انډول دي. «مَکَرُوا – مَکَرْنا»
2- هغوی چې د الله (ج) د ولیانو پر ضد دسیسې جوړوي، مخه یې له (ج) الله سره ده. «مَکَرُوا مَکْراً وَ مَکَرْنا مَکْراً»
3- د کفارو د دسیسو پر ضد تاسې هم باید له تدبیر او نقشې کار واخلئ. «مَکَرُوا مَکْراً وَ مَکَرْنا مَکْراً»
4- الله (ج) د خلکو پر تدبیر پوهېږي؛ خو خلک یې پر تدبیر نه پوهېږي. «وَ هُمْ لا یَشْعُرُونَ»
5- د الله (ج) وهل غږ نه لري. مَکَرْنا. وَ هُمْ لا یَشْعُرُونَ
6- تاریخ پر ټاکلي قانون او سنت ولاړ دی او پکې دقت او ځېرنه، د نورو پېرونو لپاره ګټوره ده. «فَانْظُرْ کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ مَکْرِهِمْ»
7- الهي قانون د حق د بریا پر بنسټ ایيښودل شوی دی. «فَانْظُرْ کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ مَکْرِهِمْ»
8- ژر ورومندون – قضاوت مه کوئ، پر هغه څه مه غولېږئ چې د دسیسو له لامله ځینې له توفیقاتو برخمنېږي؛ بلکې عاقبت او پایلې ته یې پاملرنه وکړئ. «عاقِبَهُ مَکْرِهِمْ»
9- د جنایت کولو لپاره د دښمنانو تیارسۍ د الهي عذاب لامل ګرځي، که څه دوی خپلو ناوړه موخو ته ونه رسي. (دښمنانو قسم وکړ چې پېغمبر ووژني او په کمین کې هم ورته کېناستل؛ خو انحضرت صلی الله علیه و آله وسلم یې ونشو وژلای؛ خو بیا خپله هلاک شول). «دَمَّرْناهُمْ»
10- له مفسدانو لاروي ناوړه پایله لري. «دَمَّرْناهُمْ وَ قَوْمَهُمْ»
فَتِلْکَ بُیُوتُهُمْ خاوِیَهً بِما ظَلَمُوا إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیَهً لِقَوْمٍ یَعْلَمُونَ«52»= نو دا يې كورونه دي (وروګورئ) چې د ظلم له لامله يې ويجاړ تش پراته دي او بېشكه چې په دې (سزا) كې پوهانو ته يو عبرت دى.
وَ أَنْجَیْنَا الَّذِینَ آمَنُوا وَ کانُوا یَتَّقُونَ«53»= او هغوى مو وژغورل، چې ايمان يې راوړى و او تل ځان ساتي ول (او ځانونه يې له شرك او ګناهونو ساتل).
ټکي:
*د «خاوِیَهً» کلمه هم د رانسکورېدنې، پوپناه کېدنې او وېجاړېدنې په مانا ده او هم له هستوګنو د تشېدنې په مانا ده.
پېغامونه:
1- عبرتناک لرغوني آثار دې د راتلونکيو لپاره وساتل شي. «فَتِلْکَ بُیُوتُهُمْ»
2- پای او عقوبت په آخرت پورې ځانګړې نه ده، کله نا کله ظالمان په دنیا کې هم عقوبت ته رسي او سزا ویني. «فَتِلْکَ بُیُوتُهُمْ خاوِیَهً»
3- یوازې عبرتونه او نښې بسیا نه دي، په انسان کې د عبرت اخستنې انګیزه هم لازمه ده. «لَآیَهً لِقَوْمٍ یَعْلَمُونَ»
4- خپل عمل د لارې مل دی، انسان د خپل اعمالو ګرو دی. «خاوِیَهً بِما ظَلَمُوا – أَنْجَیْنَا الَّذِینَ آمَنُوا»
5- الهي پرغز- قهر وچه او لامده نه سره سوځوي، متقیان ترې استثنا او ژغورل کېږي. «وَ أَنْجَیْنَا الَّذِینَ آمَنُوا وَ کانُوا یَتَّقُونَ»
6- د ایمان او تقوا نښې په آخرت پورې ځانګړې نه دي، متقیان په دنیا کې هم د خپل کار پایله ویني. «وَ أَنْجَیْنَا الَّذِینَ آمَنُوا وَ کانُوا یَتَّقُونَ»
7- هغه ایمان کارسازی دی چې له تلپاتې تقوا سره یوځای وي. «آمَنُوا وَ کانُوا یَتَّقُونَ»
وَ لُوطاً إِذْ قالَ لِقَوْمِهِ أَ تَأْتُونَ الْفاحِشَهَ وَ أَنْتُمْ تُبْصِرُونَ«54»= او لوط (درياد كړه) چې خپل قوم ته یې وويل: ايا په رڼو سترګو، په ډېر ناوړه كار پسې ورځئ؟!
أَ إِنَّکُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجالَ شَهْوَهً مِنْ دُونِ النِّساءِ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ«55»= ولې د شهوت پوره کولو لپاره د ښځو پر ځاى نارينه وو ته ورځئ؟ هو! تاسې خو ناپوهي کوئ.
ټکي:
*د لوط قوم په ښکاره او یو د بل مخامخ په ډاګه لواط کاوه. د عنکبوت سورت په ۲۹ ام آیت کې لولو: «وَ تَأْتُونَ فِی نادِیکُمُ الْمُنْکَرَ» یعنې تاسې په ښکاره ناستو کې منکر کوئ. په دې آیت کې هم وايي: «وَ أَنْتُمْ تُبْصِرُونَ» یعنې په رڼو سترګو په ناوړه کار پسې ځئ.
*لواط له کبیره ګناهونو دی؛ ځکه په راتلونکيو آیتونه کې راغلي چې الهي عذاب لري.
*د قرآن کریم په نورو آیتونو کې راغلي: مېرمن د ارامتیا، د نسل روزنې او په ژوند کې د مرستیالې په توګه ده؛ خو دلته یې یوازې شهوت بیان کړی؛ ځکه د لوط قوم بې له شهوته بله موخه نه درلوده. «شَهْوَهً مِنْ دُونِ النِّساءِ»
پېغامونه:
1- پېغمبران او د ټولنې سمونپال مشران د خپلې زمانې له شایع او دودیزو ګناهونو سره مبارزه کوي. «أَ تَأْتُونَ الْفاحِشَهَ»
2- په ګوتنویزو- انتقادي پوښتنو، وجدانونه راویښ کړئ. «أَ تَأْتُونَ الْفاحِشَهَ»
3- د انبیاوو یوه دنده له بدیو یا منکراتو سره مبارزه ده. «أَ تَأْتُونَ الْفاحِشَهَ»
4- د لواط حرمت یوازې په اسلام پورې ځانګړی نه دی. «أَ تَأْتُونَ الْفاحِشَهَ»
5- په ډاګه او اګاهانه توګه ګناه، لا ډېره ناولتیا، سزا او نیوکه لري. «وَ أَنْتُمْ تُبْصِرُونَ»
6- د لواط ناوړه توب ټولو ته روښانه دی. «وَ أَنْتُمْ تُبْصِرُونَ»
7- د بدیو په منع کې په ډاګیزه بدیو پسې ولاړ شئ. «وَ أَنْتُمْ تُبْصِرُونَ»
8-شهوت دې له مشروع لارې دفع شي. « أَ إِنَّکُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجالَ شَهْوَهً. »
9- په نوږیزو یا جنسي چارو کې له طبیعي یا شرعي چارو انحراف، یو ډول ناپوهي او لیونتوب دی. «بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ»
10- همنوږي له بې فرهنګۍ راولاړېږي. هغه پوهه په جهل حساب ده چې انسان له ګناه منع نه کړي. «لَتَأْتُونَ الرِّجالَ. أَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ»
جز: ۲۰
فَما کانَ جَوابَ قَوْمِهِ إِلاّ أَنْ قالُوا أَخْرِجُوا آلَ لُوطٍ مِنْ قَرْیَتِکُمْ إِنَّهُمْ أُناسٌ یَتَطَهَّرُونَ«56»= خو د قوم ځواب يې يوازې دا و، چې (يو بل ته يې) وويل: ((د لوط كورنۍ له خپل کلي وباسئ؛ ځکه دوى ځانونه ډېر پاک پاک ګڼي!))
پېغامونه:
1- داچې مجرمان منطق نه لري؛ نو د انبیاوو پر وړاندې زور ته لاس اچوي. «أَخْرِجُوا»
2- په ککړ چاپېریال کې، پاکلمني جرم دی. « أَخْرِجُوا آلَ لُوطٍ. إِنَّهُمْ أُناسٌ یَتَطَهَّرُونَ »
3- له بدیو منع کله نا کله د تبعید کېدنې تاوان هم لري. «أَخْرِجُوا آلَ لُوطٍ»
4- د ګناه پر ضد چوپتیا منع ده، لږ تر لږه خو دې فضا پر ګناهګار ورتنګه کړو. «أَخْرِجُوا آلَ لُوطٍ»
5- د ګناه لپاره آزادي، د لوط د قوم اند دی. «أَخْرِجُوا آلَ لُوطٍ»
6- د الله (ج) د نارینه وو تبعید د حضرت ابراهیم او لوط له وخته دی. «أَخْرِجُوا»
7- داچې د ګناهګار فطرت پاک دی؛ نو ځان مجرم او نور پاک ویني. «إِنَّهُمْ أُناسٌ یَتَطَهَّرُونَ»
8- چاپېریال انسان ګناه ته نه اړ باسي؛ ځکه د فحشا د خپرېدنې پر مهال هم یو ډله پاک ژوند لري. «أُناسٌ یَتَطَهَّرُونَ»
فَأَنْجَیْناهُ وَ أَهْلَهُ إِلاّ امْرَأَتَهُ قَدَّرْناها مِنَ الْغابِرِینَ«57»= نو موږ لوط او كورنۍ يې وژغورله؛ خو بې له مېرمنې يې چې (په کلي كې) مو له پاتېدونکيوځنې ټاکلې وه.
وَ أَمْطَرْنا عَلَیْهِمْ مَطَراً فَساءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِینَ«58»= او موږ (د تيږو) یو سخت باران پرې ووراوه (او ټول ورلاندې ښخ شول) او څومره ناوړه دى د ګواښل شويو باران!
ټکي:
*د «غابرین» کلمه د پاتې شویو او هلاک کړای شویو په مانا ده، دا کلمه اوه ځل په قرآن کې کارېدلې او اوه ځل د لوط د مېرمنې په اړه ده.
* له بارانه مراد، سخته خټه ده، د دې آیت په دلیل «وَ أَمْطَرْنا عَلَیْهِمْ حِجارَهً مِنْ سِجِّیلٍ[4]
* الله (ج) څو ځل د مؤمنانو د ژغورنې او د متقیانو د ښه عاقبت ژمنه کړې او پلي کېدنه یې د انبیاوو او امتونو په تاریخ کې بیان کړې، چې له دې جملې:
الف: «إِنّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنا وَ الَّذِینَ آمَنُوا» [5] په حقيقت كې موږ له خپلو استازيو او مؤمنانو سره هرومرو په دنيوي ژوند كې مرسته كوو.
ب: «حَقًّا عَلَیْنا نُنْجِ الْمُؤْمِنِینَ»[6] د مؤمنانو ژغورنې ته ژمن یو.
پېغامونه:
1- په دنیا کې د تقوا او پاکلمنۍ پایله له الهي عذابه ژغورنه ده. «فَأَنْجَیْناهُ»
2- الهي ژغورنه د طبیعي اسبابو له لارې ده. (حضرت لوط د الله (ج) په امر له سیمې ووت چې وژغورل شي). «فَأَنْجَیْناهُ»
3- الهي مشران د الله (ج) تر ملاتړ لاندې دي. «فَأَنْجَیْناهُ»
4- ښځه د ګروهې په ټاکنه کې خپلواکه ده او کورنی نظام، د کور ژوند او په خاوند پورې یې اقتصادي تړنه، هغه د ګروهې او عمل په ټاکنه کې نه مجبوري. «إِلاّ امْرَأَتَهُ»
5- کورنۍ او خپلوي د ژغورنې لامل نه دی، وړتیا اړینه ده. «إِلاّ امْرَأَتَهُ»
6- سرغړوونکیو ته په سزا ورکونه کې، د اړیکو تر اغېز لاندې مه راځئ. «إِلاّ امْرَأَتَهُ»
7- په چلن کې دې، د هر چا بېل حساب وکړو؛ د مېرمنې انحراف د خاوند پاکۍ ته زیان نه رسوي. «فَأَنْجَیْناهُ. إِلاّ امْرَأَتَهُ» (د پېغمبر مېرمن دوزخۍ کېدای شي)
8- کله مېرمن، د مخالفانو نفوذي عامل وي. (چې کله لواط ته موقع پېدا کېده، د مثال په ډول که لمر مخي، یا ښکلي مېلمانه د حضرت لوط کور ته راتلل؛ نو دې مېرمنې یې خلک خبرول او د نورو پر ګناه راضي وه). «إِلاّ امْرَأَتَهُ»
9- الهي مقدرات خپله د انسان په کړنې پورې اړه لري. «قَدَّرْناها»
10- هغوی چې د لواط له لارې د نسل تولېد پرې کوي، په ډبرایشتنې یې نسل پرې کېږي. «أَمْطَرْنا»
11- داچې د واده پرځای همنوږۍ ته مخه شي او د خلقت په قانون کې بدلون راوړل شي؛ نو دا هر څه ددې لاملېږي چې د رحمت باران د عذاب پر باران واوړي. «فَساءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِینَ»
12- الهي سزاوې تر غاړه خلاصونې روسته دي. «مَطَرُ الْمُنْذَرِینَ»
قُلِ الْحَمْدُ لِلّهِ وَ سَلامٌ عَلی عِبادِهِ الَّذِینَ اصْطَفی آللّهُ خَیْرٌ أَمّا یُشْرِکُونَ«59»= ووايه: ستاېنه يوازې الله ته ده او پر غوره بندګانو يې سلام! ايا الله غوره دى يا څه چې دوی یې ورسره شريكوي؟
پېغامونه:
1- مجرمانو ته سزا ورکول او د مؤمنانو ژغورنه له الهي لورنو دي او شکر یې باید وشي. «فَساءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِینَ – قُلِ الْحَمْدُ لِلّهِ»
2- د شکر طریقه دې له الله (ج) زده کړو. «قُلِ الْحَمْدُ لِلّهِ»
3- د الله (ج) د بندګانو ستاینه او ورباندې سلام، د الله (ج) د ستاینې په څنګ کې مطرح دي. «الْحَمْدُ لِلّهِ وَ سَلامٌ عَلی عِبادِهِ»
4- الله (ج) دې یاد کړو، «قُلِ الْحَمْدُ لِلّهِ» چې الله (ج) مو هم یاد ژوندی وساتي. «سَلامٌ عَلی عِبادِهِ»
5- د الله (ج) اولیاء مه هېروئ. «سَلامٌ عَلی عِبادِهِ»
6- د الله (ج) اولیاء ژوندي دي او سلام مو ترلاسه کوي. «سَلامٌ عَلی عِبادِهِ»
7- زړه الله (ج) ته وسپارو او بنده یې شو چې د الله (ج) او رسول سلام یې ترلاسه کړو. «سَلامٌ عَلی عِبادِهِ»
8- د انسان بندګي، د الهي برترۍ معیار دی. «عِبادِهِ الَّذِینَ اصْطَفی»
9- په پوښتنه، وجدانونه راويښ کړئ. «آللّهُ خَیْرٌ أَمّا یُشْرِکُونَ»
أَمَّنْ خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ أَنْزَلَ لَکُمْ مِنَ السَّماءِ ماءً فَأَنْبَتْنا بِهِ حَدائِقَ ذاتَ بَهْجَهٍ ما کانَ لَکُمْ أَنْ تُنْبِتُوا شَجَرَها أَ إِلهٌ مَعَ اللّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ یَعْدِلُونَ«60»=(ايا ستاسې معبود بوتان غوره دي) که هغه چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي او له اسمانه يې اوبه را اورولي؛ نو په اوبو مو ښكلي باغونه رازرغون كړل، چې له وسې مو پوره نه و، چې يوه ونه يې(هم) راوټوكوئ! ايا له الله سره بل معبود شته؟ (نه) بلكې دوى داسې ډله ده، چې (مخلوقات د ناپوهۍ له لامله له خپل پالونكي سره) سيالان ګڼي.
ټکي:
*«حَدائِقَ» د «حدیقه» جمع دهغه بڼ په مانا دی چې دیوالونه ولري؛ لکه د سترګې ګاټې.
پېغامونه:
1- په پنځون یا خلقت کې اندنه، الله (ج) ته د رسېدنې تر ټولو غوره لار ده. «أَمَّنْ خَلَقَ»
2- هره ونه یا بوټی چې راټوکېږي، د الله (ج) تر نظر او ارادې لاندې دي. «فَأَنْبَتْنا»
3- د الهي ځواک پلي کېدنه د عادي اسبابو له لارې دي. «فَأَنْبَتْنا بِهِ»
4- زړه راکښوونکې ښکلا، یو ارزښت دی. «ذاتَ بَهْجَهٍ»
5- داسې خبرې دې وکړو چې ټول پرې پوه شي. (څوک هم د بوټو پر ځانګړنو او اسرارو نه پوهېږي؛ خو د شنو او ګلونو پر ښکلا ټولو پوهېږي.) «حَدائِقَ ذاتَ بَهْجَهٍ»
6- چې د الله (ج) پر وس او توان پوه شو؛ نو د یوې ونې په راټوکېدنه کې پر خپلې بېوسۍ او ناتوانۍ پوهېږو. «ما کانَ لَکُمْ أَنْ تُنْبِتُوا»
7- په پېغام داره پوښتنو، وجدانونه راویښ کړو. « أَمَّنْ خَلَقَ. أَ إِلهٌ مَعَ اللّهِ »
8- د شبهو مخه ونیسئ. د آسمانونو او ځمکې پنځون مدعي نه لري؛ خو کرنه مدعي لري. ځینې وايي: سیمه مو ښېرازه او ودانه کړه؛ ځکه الله (ج) وايي: «ما کانَ لَکُمْ أَنْ تُنْبِتُوا شَجَرَها» او په بل ځای کې وايي: «أَ أَنْتُمْ تَزْرَعُونَهُ أَمْ نَحْنُ الزّارِعُونَ»[7] ايا تاسې يې رازرغونوئ يا يې موږ رازرغونوونکي يو؟!
9- توحید، نېغه او شرک کږه لار ده. «یَعْدِلُونَ»
أَمَّنْ جَعَلَ الْأَرْضَ قَراراً وَ جَعَلَ خِلالَها أَنْهاراً وَ جَعَلَ لَها رَواسِیَ وَ جَعَلَ بَیْنَ الْبَحْرَیْنِ حاجِزاً أَ إِلهٌ مَعَ اللّهِ بَلْ أَکْثَرُهُمْ لا یَعْلَمُونَ«61»=(ايا ستاسې معبودان غوره دي) يا هغه چې ځمكه يې تمځى وگرځوله او سيندونه يې پكې وبهول او د غرونو ميخونه يې پکې ټک وهل او د دوو سيندونو ترمنځ يې پرده راوسته (چې سره ګډ نشي؛ نو په دې توګه) ايا له الله سره بل معبود شته؟! (نه) بلكې ډېر يې نه پوهېږي.
أَمَّنْ یُجِیبُ الْمُضْطَرَّ إِذا دَعاهُ وَ یَکْشِفُ السُّوءَ وَ یَجْعَلُکُمْ خُلَفاءَ الْأَرْضِ أَ إِلهٌ مَعَ اللّهِ قَلِیلاً ما تَذَکَّرُونَ«62»= يا هغه چې د اړمن دعا قبلوي او كړاو لرې كوي او تاسې د ځمكې ځايناستي كوي، ايا له الله سره بل معبود شته؟! ډېر لږ نصيحت منئ.
ټکي:
* ځینې په دعاوو کې د منځپانګي په تړاو دا (۶۲) آیت تلاوتوي، چې کوم مانع نه لري؛ خو په روایتونو او تفسیرو کې مې نه دي لیدلي چې د دعا په قبلیدنه کې دې ونډه ولري.
د سبحان خدای درشل ته د دعا لپاره لاسونه لپه کول او د اړتیا پر مهال ترې ستونزاواری غوښتل ټولو ته یوه ښه او اړین کار دی.
* په روایتونو کې لولو:
د واقعي اړمن (مضطرّ) بېلګه امام مهدي دی او بدترین سوء «وَ یَکْشِفُ السُّوءَ»، د کفارو واکمني ده چې د امام مهدي پر مهال به لرې کړای شي او د «یَجْعَلُکُمْ خُلَفاءَ» بېلګه په هغې زمانې کې د صالحانو حکومت دی. [9]
* چېرې چې دعا قبوله نشي؛ نو دلیل لري؛ لکه :
الف: دعا مو، د خیر غوښتنه نه وه او ګومان مو کاوه چې خیر مو غوښته. (ځکه دعا؛ یعنې د خیر غوښتنه)
ب: د غوښتنې طریقه جدي او له اړتیا سره نه وه.
ج: په دعا کې مو اخلاص نه درلوده؛ یعنې که د الله (ج) درشل ته مو مخه کړې ده؛ له نورو مو هم هیله درلوده.
البتّه څه چې غواړو د قبلېدنې پر ځای یې الله (ج)، ورته او مشابه راکوي او کله مو د غوښتنې پر ځای، چې د الله (ج) په نزد زموږ په مصلحت نه دی، یوه بلا رانه لرې کوي او کله په دنیا کې د حاجتونو د پوره کونې پر ځای، په قیامت کې یې جبران راکوي، او کله زموږ پر ځای پر نسل مو لورنه کوي، چې دا ټول په روایتونو کې راغلي.
* د مضطرّ اجابت، الهي کار دی؛ خو الهي قانون نه شي بدلولای. د مثال په ډول د الله (ج) قانون دادی چې خلک باید په یوه طریقه له دنیا ولاړ شي او ټول انسانان د احتضار (ځنکدن) په شېبه کې مضطر وي او که الله (ج) ټولو ته مثبت ځواب ووايي، باید د مرګ قانون لغوه کړي.
پر الله (ج) د ایمان جرړې
* عقل او فطرت پر الله (ج) د ایمان سرچینې دي؛ خو مادیون وايي: په الله د ایمان جرړه وېره ده؛ یعنې داچې انسان ځان د پېښو پر وړاندې عاجز ویني، د ترخې پېښې په راپېښېدنه په ذهن کې د یوه ځواک تصور کوي او پناه وروړي.
مادّیون په دې شمېرانه – محاسبه، ایمان د وېرې زوکړه بولي؛ خو تېروتنه یې دا ده چې د الله (ج) پر لورې تګ او پر الله (ج) باندې د ایمان له توپیر سره نه پوهېږي. د مثال په ډول د سپي په لیدنه او د وېرې د احساسونې له لامله په تیږې پسې ځو؛ خو آیا ویلای شو چې د تېږي پيدا کېدنه د سپي په خاطر ده؟ همداراز په بېړني حالت او وېره کې الله (ج) ته مخه کوو؛ نو آیا ویلای شو: په الله (ج) د ایمان آر – اصل د وېرې زېږنده ده؟
پردې سربېره، که د ایمان سرچینه وېره وي؛ نو څوک چې ډېره وېره ولري، ډېر مؤمن به هم وي.
حال دا رښتیني مؤمنان د خپلې زمانې تر ټولو زړور وو او په کومه شېبه کې چې انسان وېره نه لري؛ نو ایمان به هم نه لري، حال دا په هغو شېبو کې چې وېره نه لرو، الله (ج) د عقل او فطرت په دلیل منو. په حقیقت کې وېره او بېړنی حالت د غفلت پرده څېرې کوي او الله (ج) ته مو متوجه کوي؛ نو له دې مخې له الله (ج) منکرین چې په بېړۍ یا الوتکه کې ناست وي او د نسکورېدنې یا ډوبېدنې خبر واوري او یقین وکړي چې یو ځواک یې هم چغه نه اوري؛ نو د زړه له تله یوه ژغورندویه ځواک ته هیلمن وي. په دې شېبه کې دوی په یوه ټکي او په یوه غیبي ځواک زړه تړي، چې هماغه الله (ج) دی.
پېغامونه:
1- په بېړني یا اضطراري حالت کې یو ژغورندویه ځواک ته پاملرنه او له نورو ځواکونو او وسایلو زړه شلونه، د الله (ج) او د ده د ایکي یو توب د پېژندنې له لارو ځنې ده. «أَمَّنْ یُجِیبُ»
2- د دعا قبلېدنې شرط له نورو هیله نه درلودل او په دعا کې اخلاص دی. «یُجِیبُ الْمُضْطَرَّ»
3- هغوی چې په چوپتیا، له الله (ج) حاجت غواړي، الله یې له حاله خبر دی؛ خو د الله خوښېږي چې بندګان یې حاجتونه په ژبه ووايي. «إِذا دَعاهُ»
4- انسان پر طبیعت واکمني لري. «یَجْعَلُکُمْ خُلَفاءَ الْأَرْضِ»
5-آیا د اضطرار په حال کې، مادي ځواکونو ته مخ وراړوئ؟! «أَ إِلهٌ مَعَ اللّهِ»
أَمَّنْ یَهْدِیکُمْ فِی ظُلُماتِ الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ وَ مَنْ یُرْسِلُ الرِّیاحَ بُشْراً بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهِ أَ إِلهٌ مَعَ اللّهِ تَعالَی اللّهُ عَمّا یُشْرِکُونَ«63»= يا هغه چې (په ستوريو) د وچې او سمندر په تيارو كې لار درښيي او هغه چې تر خپل رحمت (باران) مخكې زيرګري بادونه رالېږي؛ ايا له الله سره بل معبود شته؟! الله تر هغه څه ډېر اوچت دى، چې دوى يې ورسره شريكوي.
ټکي:
*ښايي د وچې او سمندر په تیارو کې له هدایته مراد، د ستورو له لارې هدایت وي؛ ځکه په بل ځای کې وایو: «وَ بِالنَّجْمِ هُمْ یَهْتَدُونَ[10]
پېغامونه:
1- د الله پېژندنې بهترینه لار، د ژوند ستونزو ته پام او د الله (ج) په لورنه یې د وتلارو پيدا کېدنه ده. «أَمَّنْ یَهْدِیکُمْ – مَنْ یُرْسِلُ»
2- د بادونو حرکت دهغه په تدبیر دی. «یُرْسِلُ الرِّیاحَ»
3- که خپل وجدان قاضي کړو، پوهېږو چې بې له الله (ج) بل معبود او خدای نشته. «أَ إِلهٌ مَعَ اللّهِ»
4- هر ډول شرک، د غندنې دی . «عَمّا»
5- الله (ج) ته پر شریک قایلېدل، د الله (ج) مقام ته سپکاوی دی. «تَعالَی اللّهُ عَمّا یُشْرِکُونَ»
أَمَّنْ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیدُهُ وَ مَنْ یَرْزُقُکُمْ مِنَ السَّماءِ وَ الْأَرْضِ أَ إِلهٌ مَعَ اللّهِ قُلْ هاتُوا بُرْهانَکُمْ إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ«64»= يا هغه چې پنځون پيلوي [او] بيا يې له سره نوی کوي او هغه چې تاسې ته له اسمان او ځمكې روزي دركوي؟ ايا له الله سره بل معبود شته؟!)) ووايه: ((كه رښتوني ياست؛ نو دليل مو راوړئ!))
ټکي:
* له ۶۰ آم آیت څخه تردې آیته، پنځه ځل د «أَ إِلهٌ مَعَ اللّهِ» جمله په پر له پسې توګه راغلې، چې د شرک باطل کونې او د دروغجنو معبودانو د نفې لپاره ده.
* د انسان روزي کله د رڼا، هوا او باران په شان له آسمانه ده او کله هم د سبزۍ او مېوې په شان له ځمکې ده او کله هم له حيواناتو ده چې دوی هم د واسطې له لارې له ځمکې ګټنه او وده کوي او کله له کانونو وي چې دا هم له ځمکې ده. [11]
* د قرآن له نظره یو موجود هم نه محوه کېږي؛ بلکې زموږ له نظره ورکېږي. [12] معاد د معدوم (ورک) بېرته راستونه نه ده چې ځینې خیال کوي دا یو محال کار دی؛ بلکې لومړۍ بڼې ته د موجوداتو رجوع ده، له هغه بدلونه روسته چې په بڼه او شکل کې یې راوړل شوی وه.
* د قرآن کریم تکراري آیتونه له نووښت سره یوځای دي: له ۶۰ څخه تر ۶۴ ام آیته د «أَ إِلهٌ مَعَ اللّهِ» جمله تکرار شوې؛ خو هر ځل یوه نوې جمله ورسره ده:
* په ۶۰ آم آیت کې لولو: «بَلْ هُمْ قَوْمٌ یَعْدِلُونَ» مشرکان بېلارې دي.
*په ۶۱ ام آیت کې لولو: «بَلْ أَکْثَرُهُمْ لا یَعْلَمُونَ» بېلاریتوب یې د جهل او ناپوهۍ له لامله دی.
* په ۶۲ ام آیت کې لولو: «قَلِیلاً ما تَذَکَّرُونَ» اوس چې ناپوه او جاهل دي؛ نو لږ نصیحت مني.
* په ۶۳ ام آیت کې لولو: «تَعالَی اللّهُ عَمّا یُشْرِکُونَ» الله تر هغه څه ډېر اوچت دى، چې دوى يې ورسره شريكوي.
*په ۶۴ ام آیت کې لولو: «قُلْ هاتُوا بُرْهانَکُمْ» دوی بې دلیله په شرک پسې تللي.
پېغامونه:
1- هغه ځواک چې په پیل کې یې پنځونه کړې، بیا یې هم له سره کړای او راګرځولای شي. «یَبْدَؤُا – یُعِیدُهُ»
2- معاد، جسماني دی. «یُعِیدُهُ»
3- په پوښتنه، وجدانونه راویښ کړئ. «أَمَّنْ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ – مَنْ یَرْزُقُکُمْ – أَ إِلهٌ»
4- که مخالفین مو دلیل لري، و یې منئ . «قُلْ هاتُوا»
5-اسلام، د دلیل دین دی او له خپلو مخالفینو هم دلیل غواړي. «قُلْ هاتُوا بُرْهانَکُمْ»
قُلْ لا یَعْلَمُ مَنْ فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ الْغَیْبَ إِلاَّ اللّهُ وَ ما یَشْعُرُونَ أَیّانَ یُبْعَثُونَ«65»= ووايه: ((د اسمانونو او ځمكې پر پټو څيزونو، بې له الله بل هېڅوک نه پوهېږي او [دوى په حسي درک] نه ځيرېږي، چې كله به ژوندي راپاڅول کېږي.))
بَلِ ادّارَکَ عِلْمُهُمْ فِی الْآخِرَهِ بَلْ هُمْ فِی شَکٍّ مِنْها بَلْ هُمْ مِنْها عَمُونَ«66»= بلکې دوى [= مشركان] د آخرت په اړه سم معلومات نه لري؛ بلكې په باب يې شكمن دي؛ بلكې په اړه يې (د زړه په سترګو) ړانده دي
وَ قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا أَ إِذا کُنّا تُراباً وَ آباؤُنا أَ إِنّا لَمُخْرَجُونَ«67»=كافران وايي: ((ايا چې كله موږ او پلرونه مو خاورې شول؛ نو آیا هرومرو به له قبرونو ژوندي را ايستل کېږو؟
لَقَدْ وُعِدْنا هذا نَحْنُ وَ آباؤُنا مِنْ قَبْلُ إِنْ هذا إِلاّ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ«68»= البته دا ژمنه موږ او لا مخكې زموږ له پلرونو سره شوې ده، دا خو يوازې زړې افسانې دي.))
ټکي:
*غیب، څو ډوله دی: یو ډول یې الله (ج)، پېغمبرانو ته ورزده کوي، «تِلْکَ مِنْ أَنْباءِ الْغَیْبِ نُوحېها إِلَیْکَ»[13] خو یو بل ډول لکه د قیامت د پېښېدنې وخت، یوازې په الله (ج) پورې اړه لري.
*د «مَنْ» کلمه د باشعوره موجودات لپاره ده؛ نو له دې مخې ښايي په آسمانونو کې پر پرښتو سربېره باشعوره موجودات هم وي، چې په قیامت کې به د انسان په شان معبوث شي.
*د «بَلِ ادّارَکَ عِلْمُهُمْ فِی الْآخِرَهِ» جمله د «کَلاّ سَیَعْلَمُونَ ثُمَّ کَلاّ سَیَعْلَمُونَ» جملې په شان ده.[14]
*د «ادّارَکَ» کلمه له «تدارک» څخه د اجزاوو نښلونې یا یوځای کېدنې په مانا ده. یعنې مشرکان په دنیا کې د فکر پر ګډوډوالي یا تشتت اخته دي؛ خو په آخرت کې یې معلومات سره راټولېږي او علم ته رسي، البته څه ګټه ورته نه لري!
*د «أَساطِیرُ» کلمه د «اسطوره» جمع د افسانې په مانا ده. کافرانو به پېغمبران تورنول څه چې د قیامت په باب وایئ، بې بنسټه مطالب دي چې د ساتیرۍ لپاره بیانېږي.
پېغامونه:
1- له معاده نټه/انکار، کفر دی . «قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا»
2- که یو حقیقت مو ونه مانه، دلیل یې دا نه دی چې نه پېښېږي یا نشته . «أَ إِذا کُنّا»
3- د پوښتنې تکرار، له ناباورۍ سره یوځای د انکار نښه ده . «أَ إِذا – أَ إِنّا»
4- د دښمنانو یو کار په ګروهیزو چارو کې د شک رامنځته کول دي. «أَ إِنّا لَمُخْرَجُونَ»
5- که یوه خبره پخوانۍ وي؛ نو د کمزورۍ نښه یې نه ده. « لَقَدْ وُعِدْنا هذا. مِنْ قَبْلُ »
6- ټولو انبیاوو د معاد ژمنه ورکوله. «لَقَدْ وُعِدْنا هذا نَحْنُ وَ آباؤُنا مِنْ قَبْلُ»
7- سرغړوونکی، ځان ته د جرم شریکباڼی لټوي. «نَحْنُ وَ آباؤُنا»
8- د انبیاوو د خبرو افسانه ګڼل، د کافرانو له ټګیو برګیو دي. «أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ»
قُلْ سِیرُوا فِی الْأَرْضِ فَانْظُرُوا کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الْمُجْرِمِینَ«69»= ووايه: ((په ځمكه کې وګرځئ؛ نو وګورئ، چې د ګناهګارانو (د كار) پاى څنګه وه!))
وَ لا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَ لا تَکُنْ فِی ضَیْقٍ مِمّا یَمْکُرُونَ«70»=او د دوى پر (بې ایمانۍ) مه خپه كېږه او مه يې له دسيسو او ټګيو زړه تنګى كېږه.
ټکي:
*قرآن څو ځل د «سِیرُوا» یا «أَ فَلَمْ یَسِیرُوا» په جمله خلک په ځمکه کې ګرځېدنې ته هڅولي او په زیاتره ځایونو کې د انذار (ګواښګرندۍ) او د مجرمانو له ژونده د عبرت اخستنې لپاره دي.
پېغامونه:
1- د تاریخ له ظالمانو د پاتې شویو آثارو لیدنه، د ودې او روزنې وزله ده. «سِیرُوا. فَانْظُرُوا »
2- د بشر تاریخ، اصول، قانون او دود لري چې دهغو اصولو پر بنسټ تېر عبرتونه د نن لپاره درس کېدای شي. «سِیرُوا. فَانْظُرُوا»
3- سفرونه دې هدفمن وي . « سِیرُوا. فَانْظُرُوا »
4- د تېرو د آثارو ساتنه د راتلونکیو د نصحیت لپاره اړین دي. «فَانْظُرُوا»
5- هغه سیمې چې د الله (ج) په پرغز- قهر ځپل شوي، «ملي سیمې» دي او باید عامو ته یې لیدنه بې مانع وي. « سِیرُوا. فَانْظُرُوا »
6- مجرمان ناوړه پای لري. «عاقِبَهُ الْمُجْرِمِینَ» (پر له پسې جرم د کفر او تکذیب لامل ګرځي).
7- گناه، دنیوي او اخروي سزا لري. (مشت نمونه خروار است، دنیوي قهر ته وګورئ چې پر اخروي قهر پوه شئ). «عاقِبَهُ الْمُجْرِمِینَ»
8- چې کله د مجرمانو پای ځپل کېدنه ده؛ نو ولې د دوی ځېل، اینډه مارۍ او دښمنۍ ته خپه شو؟ «لا تَحْزَنْ»
9- پېغمبر، ان د مکارو دښمنانو هدایت لپاره هم زړه سواندی و. « لا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ. یَمْکُرُونَ »
10- پېغمبران، تر الهي ملاتړ لاندې دي. «لا تَحْزَنْ – لا تَکُنْ» الله (ج) خپل پېغمبر ته ډاډ ورکوي.
11- د انسانانو او ان د انبیاوو وس او ظرفیت محدود دی. «فِی ضَیْقٍ» د اسلام پېغمبر له دې اندېښنه درلوده، هسې نه د کفارو ټګۍ اغېزمنې او د ده بلنه بې اغېزې شي، چې الله (ج)، پېغمبر ته ډاډ ورکوي. «لا تَکُنْ فِی ضَیْقٍ»
12- د اسلام دښمنان، تل په دسیسو او ټګیو کې بوخت دي. «یَمْکُرُونَ»
وَ یَقُولُونَ مَتی هذَا الْوَعْدُ إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ«71»= او دوى وايي: ((كه رښتونى ياست، دا (د عذاب) ژمنه کله ده؟))
قُلْ عَسی أَنْ یَکُونَ رَدِفَ لَکُمْ بَعْضُ الَّذِی تَسْتَعْجِلُونَ«72»=ووايه: ((ښايي يوه برخه یې، چې بيړه ورته کوئ، درنژدې شوې وي.))
وَ إِنَّ رَبَّکَ لَذُو فَضْلٍ عَلَی النّاسِ وَ لَکِنَّ أَکْثَرَهُمْ لا یَشْکُرُونَ«73»=او البته ستا پالونكى پر خلكو خپلې پېرزوينې لوروي؛ خو ډېر يې شكر نه باسي.
وَ إِنَّ رَبَّکَ لَیَعْلَمُ ما تُکِنُّ صُدُورُهُمْ وَ ما یُعْلِنُونَ«74»=او بېشکه ستا پالونكی (ښه) پوهېږي، چې څه دوی، په خپلو سينو کې پټوي او څه راښکاره کوي.
ټکي:
* چې کله انبیاوو خلکو ته د قیامت یا د الله (ج) د پرغز- قهر په اړه ګواښګرندي کوله؛ نو خلکو د قیامت د پېښېدو وخت غوښته؛ خو داچې د قیامت په اړه بې له الله (ج)، بل څوک نه دي خبر؛ نو انبیاوو ځواب نه ورکاوه او یوازې یې د الهي قهر د آر په اړه خلکو ته ګواښګرندي کوله، نه یې د وخت په اړه.
*څه چې په سینو کې پټ دي؛ «ما تُکِنُّ صُدُورُهُمْ» تر ډاګیزو کارونو مخکې؛ «ما یُعْلِنُونَ» راغلي او دا په څو دلیلونو کېدلای شي:
الف: دننني فکرونه او نیتونه د بهرنیو کارونو انګیزه ده؛ ځکه مخکې راغلي.
ب: د وګړیو پر باطنو پوهېدل د دوی تر ظاهري پېژندنې ډېر مهم دي.
ج: د معاد د منکرینو د باطني افکارو او اهدافو لپاره د الله (ج) پوهه ډېره ګواښوونکې ده.
پېغامونه:
1- کفارو د عذاب مشاهدې ته، له ملنډو سره یوځای بیړه درلوده. «مَتی هذَا الْوَعْدُ إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ»
2- د یوه حقیقت پر جزئیّاتو نه پوهېدل یې له آر څخه د انکار په مانا نه دي. (که د قیامت د پېښېدو له وخته خبر نه یو، اصل یې باید دروغ و نه ګڼو). «مَتی هذَا الْوَعْدُ»
3- د قیامت د پېښېدنې په اړه د پوښتنې جرړه، په نبوت کې شکمني ده. «إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ»
4- د هرې پوښتنې ځوابول اړین نه دي. (کفّارو له پېغمبر څخه غوښتل چې د عذاب وخت دې وټاکي؛ خو انحضرت به نه ټاکه). «عَسی أَنْ یَکُونَ رَدِفَ لَکُمْ»
5- پر کافرانو د عذاب د نزول په اړه د خلکو بیړه، د الله (ج) حکمت نه بدلوي. «عَسی أَنْ یَکُونَ. اَلَّذِی تَسْتَعْجِلُونَ »
6- دنیا د پوره سزا ځای نه دی. «بَعْضُ الَّذِی تَسْتَعْجِلُونَ»
7- الهي سزاوې په ترتیب، وخت او پړاو په پړاو دي. «رَدِفَ لَکُمْ»
8- ګواښنه او هیله یو د بل په څنګ کې رغنده دي . « رَدِفَ لَکُمْ. إِنَّ رَبَّکَ لَذُو فَضْلٍ »
9- کفارو ته الهي پرغز- قهر حتمی نه دی، دوی کولای شي چې په توبې او دریځ بدلونې سره وژغورل شي. عَسی. («عَسی» د راستنېدنې لارې د پرانستنې په مانا دی)
10- د دنیوي عذاب د یوې څنډې څکل د هوښیارۍ او توبې وسیله او یو ډول الهي فضل کېدای شي. «رَدِفَ لَکُمْ بَعْضُ الَّذِی تَسْتَعْجِلُونَ وَ إِنَّ رَبَّکَ لَذُو فَضْلٍ»
11- په سزا کې ځنډ د روزنې له دودونو ځنې دی او د الهي لورنې نښه او توبې ته یو فرصت دی. «إِنَّ رَبَّکَ لَذُو فَضْلٍ»
12- ناشکره اکثریّت د الله (ج) د لورنې مسیر نه بدلوي. «لَذُو فَضْلٍ. أَکْثَرَهُمْ لا یَشْکُرُونَ »
13- د الله (ج) په پوهه کې شک مه کوئ. «إِنَّ رَبَّکَ لَیَعْلَمُ»
14- چې الله (ج) پر هر څه پوهېږي؛ نو ګناه او نفاق د څه لپاره؟ «لَیَعْلَمُ ما تُکِنُّ صُدُورُهُمْ وَ ما یُعْلِنُونَ» د چارو پټوالی یا ښکاره والی د الله (ج) پر پوهه څه اغېز نه لري.
15- د الله (ج) ربوبیّت د ده د پوره اګاهۍ لازمه ده . «رَبَّکَ لَیَعْلَمُ»
16- پر پټو او ښکاره و د الله (ج) پوهه پر ژمنو یې د عملي کېدو ضامن دی؛ نو بیړه مه کوئ. «مَتی هذَا الْوَعْدُ. تَسْتَعْجِلُونَ. إِنَّ رَبَّکَ لَیَعْلَمُ. »
وَ ما مِنْ غائِبَهٍ فِی السَّماءِ وَ الْأَرْضِ إِلاّ فِی کِتابٍ مُبِینٍ«75»=او په اسمان او ځمكه كې هېڅ داسې پټ څيز نشته، چې په یوه څرګند كتاب (په لوحِ محفوظ او د پالونكي په ناپايه علم) كې دې نه وي.
ټکي:
* په «غائِبَهٍ» کلمه کې د (تاء) توری یا د مبالغې لپاره دی لکه علاّمة، یعنې هغه څیزونه چې ډېر محرم، پټ او مخفي وي او یا هم د تأنیث لپاره دی، په دې اعتبار چې د «غائِبَهٍ» کلمه د «أَشْیاءَ» یا«خصال» لپاره صفت وي، چې محذوف دي [15]
* د اسمانونو او ځمکې غیب، د بشر ټول پټ کارونه، نیتونه، د قیامت پېښېدنه، د رحمت یا عذاب نازلېدل او نورې خوالې رانغاړي.
* ښایی له «کِتابٍ مُبِینٍ» څخه مراد، لوح محفوظ او د الله (ج) ناپایه پوهه وي.
پېغامونه:
1- ډېری چارې دي چې بشري حواس یې له ادراکه عاجز دی. «غائِبَهٍ فِی السَّماءِ وَ الْأَرْضِ»
2- ټوله هستي د الله (ج) تر نظر لاندې ده او حساب و کتاب لري. «وَ ما مِنْ غائِبَهٍ. إِلاّ فِی کِتابٍ مُبِینٍ»
إِنَّ هذَا الْقُرْآنَ یَقُصُّ عَلی بَنِی إِسْرائِیلَ أَکْثَرَ الَّذِی هُمْ فِیهِ یَخْتَلِفُونَ«76»=په رښتینه کې دا قرآن بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې) ته د هغو څيزونو ډېره برخه ورښيي، چې دوى پكې اختلاف لري.
ټکي:
له دې آیته معلومېږي چې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله په پېر کې تورات او انجیل د کتابیانو اختلافات نشو هوارولای او یوازې قرآن د اختلافاتو د هواري ځواک لري، چې پر تېرو آسماني کتابونو واکمن دی.
پېغامونه:
1- د فکري او ژور جرړو درلودونکیو اختلافاتو هوارول، هغه د یوه داسې پېغمبر په لاس چې نه یې درس ویلی او نه هم ښوونځي ته تللی، د قرآن د اعجاز او حقانیت نښه ده. « إِنَّ هذَا الْقُرْآنَ. »
2- د قرآن کریم یو له برکاتو ځنې د اختلافاتو هوارول دي. « إِنَّ هذَا الْقُرْآنَ. یَخْتَلِفُونَ »
3- اختلاف په خلکو کې دی، که نه الهي ښوونځي خو څه اختلاف نه لري. «هُمْ فِیهِ مُخْتَلِفُونَ»
وَ إِنَّهُ لَهُدیً وَ رَحْمَهٌ لِلْمُؤْمِنِینَ«77»=او په رښتيا دا (قرآن) مؤمنانو ته لارښود او يو رحمت دى.
إِنَّ رَبَّکَ یَقْضِی بَیْنَهُمْ بِحُکْمِهِ وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْعَلِیمُ«78»=په حقيقت كې ستا پالونكى (په قيامت کې) په خپل حكم، د دوی ترمنځ پرېكړه كوي او هغه ناماتى پوه دى.
فَتَوَکَّلْ عَلَی اللّهِ إِنَّکَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِینِ«79»=نو پر الله بروسه وكړه (ځکه) چې ته پر څرگند حق يې.
پېغامونه:
1- د اختلاف هوارول د هدایت او الهي رحمت روښانه بېلګه ده. « لَهُدیً وَ رَحْمَهٌ. إِنَّ رَبَّکَ یَقْضِی»
2- ایمان، د الهي رحمت د ترلاسه کونې سبب دی. «رَحْمَهٌ لِلْمُؤْمِنِینَ»
3- الله (ج) خپل پېغمبر ته ډاډ ورکوي. «إِنَّ رَبَّکَ یَقْضِی»
4- قضاوت د الهي ربوبیّت له شئونو دی. «إِنَّ رَبَّکَ یَقْضِی»
5- الهي حکمونه دهغه په سپېڅلي ذات پورې ځانګړي دي؛ ځکه جهل، وېره، غرایز او پېښې پکې اغېز نه لري او سل په سلو کې عادلانه دي. «بِحُکْمِهِ»
6- په قضاوت کې، پر عدالت سربېره پوهه او ځواک هم شرط دی . «یَقْضِی بَیْنَهُمْ بِحُکْمِهِ وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْعَلِیمُ»
7- پر الله (ج) بروسه، د مشر د بریا له شرایطو ځنې دی. «فَتَوَکَّلْ عَلَی اللّهِ»
8- د لارې حقانیت ته پام او تلقین یې، انسان د ژرتېرو پېښو پر وړاندې تضمین او بیمه کوي. «إِنَّکَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِینِ»
9- د پېغمبر مخالفینو پلمې لټولې، که نه د پېغمبر لارې ابهام نه درلوده او پوره څرګنده ده «إِنَّکَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِینِ»
10- پر الله بروسه یوازې د حق په لار کې مانا او ګټه لري، نه د باطل په لار کې. «فَتَوَکَّلْ عَلَی اللّهِ إِنَّکَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِینِ»
11- مشر باید د خپلې لارې پر حقانیت ایمان ولري. «إِنَّکَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِینِ»
إِنَّکَ لا تُسْمِعُ الْمَوْتی وَ لا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعاءَ إِذا وَلَّوْا مُدْبِرِینَ«80»=البته ته مړيو ته (خپله خبره) وراورولاى نشې او نه يې هغو کڼو ته وراورولاى شې، چې مخ اړوي تښتي.
وَ ما أَنْتَ بِهادِی الْعُمْیِ عَنْ ضَلالَتِهِمْ إِنْ تُسْمِعُ إِلاّ مَنْ یُؤْمِنُ بِآیاتِنا فَهُمْ مُسْلِمُونَ«81»=او ته ړانده زړي له خپل بېلاریتوبه سمې لارې ته را اړولی نشې، ته يوازې هغو ته [خپله خبره] وراورولاى شې، چې زموږ پر آيتونو ايمان راوړو ته چمتو او حق ته تسليم وي.
ټکي:
*مرگ او ژوندون د قرآن په فرهنګ کې هم طبیعي او مادي مرګ او ژوندون ته ویل کېږي او هم معنوي مرګ او ژوندون ته.
هغوی چې د حق کلام تر اغېز لاندې نه راځي، قرآن یې مړه بولي. «إِنَّکَ لا تُسْمِعُ الْمَوْتی» لکه څرنګه چې په مکرره توګه وايي: شهدا مړه مه بولئ، هغوی ژوندي او خوشحاله دي یو بل ته زیری ورکوي او له رزق څخه برخمن دي. نو له دې مخې ځيلي او اینډه مار سخت زړي ژوندي کسان، مړه دي او شهیدان چې له نړۍ تللي، ژوندي دي. غوره به وي چې دا مسئله لږه وڅپړو:
د ژوندون پړاوونه
*ژوند پړاوونه لري:
- نباتي ژوند. قرآن وايي: «یُحْیِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِها»[16] الله ځمکه تر مړاوي کېدو یې روسته په باران ژوندۍ کوي .
- حیواني ژوند . قرآن وايي: «یُحْیِیکُمْ» [17] موږ ژوندون درکړ.
- روحي ژوند. «لِیُنْذِرَ مَنْ کانَ حَیًّا»[18] چې ژوندیو ته اخطار ورکړې. یعنې هغوی چې روغ عقل او فطرت لري او همداراز وايي: د پېغمبرانو بلنه ستاسې د ژوندون لپاره ده، «دَعاکُمْ لِما یُحْیِیکُمْ»[19]
- سیاسي او ټولنیز ژوند. «وَ لَکُمْ فِی الْقِصاصِ حَیاهٌ»[20] که د قصاص په حکم مو عدالت پلي کړ؛ نو ټولنه به ژوندۍ وي(که نه مړه ټولنه به ولرئ).
- اخروي ژوند . «یا لَیْتَنِی قَدَّمْتُ لِحَیاتِی» [21] كاش ما خپل [دغه] ژوندون ته له مخكې (څه) رالېږلي واى!
د یوې ستونزې ځوابونه
* په نمونه تفسیر کې راغلي[22]: ځینو، «إِنَّکَ لا تُسْمِعُ الْمَوْتی» آیت د خپل کوږ فکر لپاره لاسوند کړی او وايي: پېغمبر له دنیا تللی او هېڅ خبره نه اوري؛ نو هېڅ مانا نه لري چې د پېغمبر زیارت وکړو او ورته په خطاب کې مطالب بیان کړو.
ځواب یې دادی چې آیت د یوې اجمالي تشبیه په مقام کې دی؛ لکه د اغېز په نه منلو کې سخت زړي له تیږې سره تشبیه کول، قُلُوبُکُمْ. کَالْحِجارَهِ[23] نه داچې زړه یې په هر څیز کې د تیږي په شان دی؛ ځکه قرآن د شهیدانو لپاره برزخي ژوند منلی او په دې اړه له شیعه او سني دواړو څخه روایتونه رانقل شوي دي:
- شیخ محمّد بن عبدالوهّاب په خپل کتاب الهدیة السنیه، 41 مخ کې وايي: پېغمبر تر خپل وفات روسته تر شهیدانو غوره برزخي ژوند لري او څوک چې پرې سلام اچوي، اوري یې.
- د شیعه او سني په کتابونو کې په دې اړه پرېمانه روایتونه راغلي که له لرې یا نږدې څوک پر پېغمبر او امامانو سلام واچوي، دوی یې اوري، ځواب یې ورکوي او ان د خلکو کړه وړه وروړاندې کېږي. [24]
- د هغو توسلاتو زرګونې بېلګې مو لیدلي چې د متوسلینو غوښتنې او خبرې عملي شوي دي.
- په صحیح بخاري کې لولو: رسول الله صلی الله علیه و آله د بدر په جګړه کې له هلاکو شویو کفارو سره خبرې وکړې او همداچې حضرت عمر ترې پوښتنه کړه؛ نو انحضرت وویل: «و الذی نفس محمد بیده ما انتم باسمع» پر هغه الله مې قسم چې زما ساه یې په لاس کې ده، تاسې ترې ډېر اورېدونکي نه یئ. [25]
- حضرت علي کرم الله وجهه د جمل جګړې په پای کې د کعب بن سور مړی کېناوه او ورته یې وویل: پر تا دې افسوس وي چې علم او پوهې دې ګټه در و نه رسوله او شیطان بېلاری کړې او دوزخ ته یې ولېږلې [26]
پېغامونه:
1- په زړه د ړندو کار الله (ج) ته پرېږده . « فَتَوَکَّلْ. إِنَّکَ لا تُسْمِعُ الْمَوْتی »
2- که اورېدوونکی سخت زړی وي؛ نو د پاک او وړ ویاند د حق خبره هم پرې اغېز نه کوي. سوځېدلی ګروپ که له هرې برښنا سره وصل کړې، نه لګي. «إِنَّکَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِینِ – إِنَّکَ لا تُسْمِعُ الْمَوْتی»
3- د پېغمبرانو د تبلیغ نااغېزمني د دوی په کار کې د ابهام په پار نه؛ بلکې د منکرینو زړونه ړانده دي. «إِنَّکَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِینِ – إِنَّکَ لا تُسْمِعُ الْمَوْتی»
4- ایمان لکه په بدن کې چې روح وي. هغوی چې د معجزې په لیدو او د منطق په اورېدو ایمان نه راوړي، بې روحه او مړه بدنونه دي. «إِنَّکَ لا تُسْمِعُ الْمَوْتی» هو د حق خبرې اورېدل او د حق منل د روح د روغتیا نښه ده.
5- که انسان یقین ته ورسي؛ نو د خلکو مخ اړونه پرې اغېز نه لري. «إِنَّکَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِینِ – وَلَّوْا مُدْبِرِینَ»
6- کاڼه په اشاره هم پر یوه څه پوهېږي؛ خو هغه اورېدوونکي چې حقیقت ته شا کړي او له حق والو لرې شوي، په اشاره هم نه پوهېږي. «وَلَّوْا مُدْبِرِینَ»
7- د مخ اړونې غځېدا، تر مخ اړونې بدتره ده . «وَلَّوْا مُدْبِرِینَ»
وَ إِذا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ أَخْرَجْنا لَهُمْ دَابَّهً مِنَ الْأَرْضِ تُکلیمهمْ أَنَّ النّاسَ کانُوا بِآیاتِنا لا یُوقِنُونَ«82»= او چې كله د دوی د عذاب فرمان راورسي (او د قيامت په درشل كې شي؛ نو) له ځمكې یو خوځنده ورته راوباسو، چې خبرې ورسره كوي (او وايي): چې رښتیا هم، خلکو[لکه چې ښايي] زموږ پر آيتونو یقین نه كاوه.
ټکي:
*دا آیت ظاهراً تر قیامت مخکې حالت پورې اړوند دی، چې کله پر خلکو د الله (ج) پرغز – قهر حتمي شي؛ نو الله (ج) به پر خپل ځواک له ځمکې یو ژوندی ژوی راوباسي چې له خلکو سره خبرې وکړي او خبره به یې دا وي: خلک ایمان نه راوړي.
*که څه د دابّه کلمه غیر انسان ته کارېږي؛ خو په قرآن کې چې څو ځل کارېدلې انسان هم رانغاړي او داچې دابّه باید په یوه موقعیّت کې وي، چې خبره یې ټولو کفارو ته یو سند وي، باید وویل شي: له دابّه څخه مراد یو مهم شخصیت دی چې په روایتونو کې په حضرت علي تفسیر شوی.
* ښايي د الله (ج) هر ولي چې په آخرالزّمان کې پاڅون وکړي او سرباندې – فوق العاده خوځښت ترسره کړي او حق و باطل او مؤمن و کافر یو له بل بېل کړي، هم په دې آیت کې رانغاړلېږي . «و الله العالم»
دابّه څوک او څه دی ؟
*په آیت کې داسې قرائن دي چې ښيي دابّه یو ډېر مهم موجود دی؛ ځکه:
- د الهي پرغز پر مهال راښکاره کېږي. «إِذا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ» د مهمو خبرو اقتضا دا ده چې له مهمو سرچینو راوتې وي.
- په استثنایي توګه راپېدا کېږي. « أَخْرَجْنا. مِنَ الْأَرْضِ»
- خبرې کوي، «تُکلیمهمْ» قضاوت کوي او د خلکو د راتلونکي په اړه خبر ورکوي. «أَنَّ النّاسَ کانُوا. »
- خبره یې د اسرافیل د شپېلۍ په شان روستۍ خبره وي. «إِذا وَقَعَ الْقَوْلُ»
- له تنوین سره د دابّه کلمه ددې ژوي یا موجود د ستریا – عظمت نښه ده.
- ورپسې آیت په رجعت پورې اړوند دی چې تر قیامت مخکې د الله (ج) ولیان راژوندي کېږي.
- آیت نه وايي: «بآیات الله» بلکې وايي : «بِآیاتِنا» ته وا نښې یې هماغه د الله (ج) نښې دي.
ددې قرائنو ترمنځ ټولون چې د آیت په ظاهر کې دی او هغه ګڼ روایتونه چې په تفسیرونو کې راغلي، دې حقیقت ته مو رسوي چې ووایو: له «دَابَّهً مِنَ الْأَرْضِ» څخه مراد حضرت علي دی.
هغه ددې وړ دی چې روستۍ خبره وکړي او د ځینو پر تندي د نه ایمان ټاپه ولګوي او د بېلاریو د ناوړه راتلونکي په اړه خبر ورکړي.
دوې پوښتنې:
- آیا دابّه کلمه په نا انساني خوځندوو پورې اړونده نه ده؟
ځواب: نه، په قرآن کې څو ځل د دابّه کلمه کارېدلې چې انسان هم پکې شاملېږي لکه «وَ ما مِنْ دَابَّهٍ فِی الْأَرْضِ إِلاّ عَلَی اللّهِ رِزْقُها»[27]
- آیا حضرت علي ته د خوځنده کلمې اطلاقول د حضرت علي یو ډول سپکاوی نه دی؟
ځواب: لکه څرنګه چې پېغمبر ته د «بشر» د کلمې اطلاقول سپکاوی نه دی، او الله (ج) ته د «شیء، عالم، نور او وجود» کلماتو اطلاقول جایز دي؛ خو له نورو سره د الله (ج) د علم، نور او وجود ترمنځ توپیر دی.
وَ یَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ کُلِّ أُمَّهٍ فَوْجاً مِمَّنْ یُکَذِّبُ بِآیاتِنا فَهُمْ یُوزَعُونَ«83»=او هغه ورځ (درياد كړه) چې موږ له امتونو د خپلو آیتونو منکرې ډلې راټولې کړو؛ نو تموو یې، چې يو له بل سره يوځاى شي.
حَتّی إِذا جاؤُ قالَ أَ کَذَّبْتُمْ بِآیاتِی وَ لَمْ تُحِیطُوا بِها عِلْماً أَمّا ذا کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ«84»=تردې چې (ټول حساب ته) راشي، (الله ورته) وايي: ((ايا تاسې زما نښې دروغ وګڼلې او د څېړنې په لټه كې يې نشوئ (؛ نو په ټول عمر کې بې له دروغجنولو) څه مو كول؟))
ټکي:
*ددې په پامنیوي چې په قیامت کې به ټول خلک محشورېږي، «وَ حَشَرْناهُمْ فَلَمْ نُغادِرْ مِنْهُمْ أَحَداً»[28] او تر بحث لاندې آیت (83 نمل) وايي: له هر امته به یوازې ډلې محشورې کړو؛ نو څرګندېږي چې دا آیت په قیامت پورې اړوند نه؛ بلکې په رجعت پورې اړوند دی، چې تر قیامت مخکې ځینې ډلې راژوندۍ کېږي.
*په قرآن کې په دنیا کې د ژوندي کېدنې لپاره بیلګې راغلي، چې له دې جملې په بقره سورت کې وایو: الله یوې ډلې ته د مړینې حکم وکړ او بیا یې ژوندي کړل؛ «فَقالَ لَهُمُ اللّهُ مُوتُوا ثُمَّ أَحْیاهُمْ»[29] یا په بل ځای کې وايي: تر مړینې روسته مو په همدې دنیا کې راژوندي کړئ؛ «بَعَثْناکُمْ مِنْ بَعْدِ مَوْتِکُمْ[30] او عیسی علیه السلام ته وايي: ته به مې په اجازې مړي له قبرونو ژوندي راباسې؛ «إِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتی بِإِذْنِی»[31] او د الله (ج) د یوه ولي په اړه وايي: هغه مو د سل کلونو لپاره مړ کړ او تر مودې روسته مو راژوندی کړی؛ «فَأَماتَهُ اللّهُ مِائَهَ عامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ»[32]
همداراز په ډېرو روایتونو کې راغلي چې تر قیامت مخکې هغه کسان د الله (ج) په اراده راژوندي کېږي چې په ایمان یا کفر کې لومړۍ درجه لري او د حق والو له واکمنۍ سره د یوې مودې لپاره ژوند کوي او د کفر مشرانو ته سزا ورکول کېږي.
پېغامونه:
1- د خلکو عمومي حشر په قیامت کې دی؛ خو د یوې ډلې کفارو حشر په همدې دنیا پورې ځانګړی دی. «وَ یَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ کُلِّ أُمَّهٍ فَوْجاً»
2- په ټولو امتونو کې د ایمان او کفر ترمنځ تضادّ وه. «مِنْ کُلِّ أُمَّهٍ فَوْجاً مِمَّنْ یُکَذِّبُ»
3- تر قیامت مخکې حشر، په مطلق کافر پورې ځانګړی دی. «مِمَّنْ یُکَذِّبُ بِآیاتِنا» (په روایتونو کې هم راغلي: رجعت، د لومړۍ درجه مؤمنانو او کافرانو په اړه دی)
4- بې اګاهۍ او ناخبره یو څیز دروغ مه ګڼئ. «أَ کَذَّبْتُمْ بِآیاتِی وَ لَمْ تُحِیطُوا بِها عِلْماً» (ګروهې – عقائد باید د پرېکنده دلیل پر بنسټ وي)
5- د انسان کړنې یې د ګروهو او افکارو منعکسوونکي دي. (لومړی دروغ ګڼل، بیا ناوړه کارونه). «أَ کَذَّبْتُمْ – أَمّا ذا کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»
6- ځانګړي کفّار په دنیا کې تر راژوندې کېدو روسته لا هم تر کنټرول لاندې دي چې محاکمه یې پیل شي. «یُوزَعُونَ حَتّی إِذا جاؤُ»
7- کفّار د رجعت (په دې دنیا کې د راژوندي کېدنې) په پېر کې ، هم د خپلو ګروهو له کبله رټل کېږي او هم د خپل چلن له کبله. «أَ کَذَّبْتُمْ – أَمّا ذا کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»
8-ټول باید د الله (ج) په محضر کې ځواب ورکړي. «أَ کَذَّبْتُمْ بِآیاتِی – أَمّا ذا کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»
وَ وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ بِما ظَلَمُوا فَهُمْ لا یَنْطِقُونَ«85»=او د خپل ظلم له لامله د عذاب ژمنه پرې رښتینې شي؛ نو دوی به هېڅ نه وايي.
أَ لَمْ یَرَوْا أَنّا جَعَلْنَا اللَّیْلَ لِیَسْکُنُوا فِیهِ وَ النَّهارَ مُبْصِراً إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیاتٍ لِقَوْمٍ یُؤْمِنُونَ«86»= ايا نه یې دې لیدلي، چې شپه مو ځکه پيدا کړې، چې آرام پکې وکړي او ورځ مو روښانه کړه، (هڅه پکې وکړي) بېشکه په دې (چارو) كې هغو خلكو ته څه نښې دي، چې ايمان راوړي (او د حق منلو ته چمتو دي).
ټکي:
*د اعصابو په ارامتیا کې د شپې د تیارې او د انسان د بدن په فعالیت کې د ورځې د رڼا ونډه له اوسنیو زباد شویو علمي چارو ځنې دي. [33]
*د رجعت او معاد تر مسالې روسته د خوب او وېېښېدنې د مسالې اوڅارېدنه ښايي ددې پېغام درلودونکي وي چې د رجعت او معاد په اړه مه حېرانېږي؛ ځکه دا دواړه د خوب او وېښېدنې په څېر دي.
*شپه، پر خلکو د الهي رحمت بېلګه او د الهي حکمت او ځواک نښه ده او د شپې ونډې ته نه پاملرنه د هغه جاهلانه تکذیب بېلګه ده چې په تېر آیت کې اوڅار شوې وه.
د آرامتیا وزلې
*په قرآن کې ځینې چارې د ارامتیا، ډاډ، ټکور او سکینه وزلې معرفي شوي؛ لکه:
- د الله (ج) یادونه. «أَلا بِذِکْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ»[34]
- غیبي امداد. «هُوَ الَّذِی أَنْزَلَ السَّکِینَهَ فِی قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ»[35]
- سپېڅلي آثار او اشیا. «أَنْ یَأْتِیَکُمُ التّابُوتُ فِیهِ سَکِینَهٌ مِنْ رَبِّکُمْ» [36]
- د الهي اولیاوو هڅونه. «إِنَّ صَلاتَکَ سَکَنٌ لَهُمْ»[37]
- سرپناه او کور . «وَ اللّهُ جَعَلَ لَکُمْ مِنْ بُیُوتِکُمْ سَکَناً»[38]
- مېرمن . «خَلَقَ لَکُمْ مِنْ أَنْفُسِکُمْ أَزْواجاً لِتَسْکُنُوا[39]
- شپه. «أَنّا جَعَلْنَا اللَّیْلَ لِیَسْکُنُوا»[40]
ویلو وړ ده چې د قرآن نزول او د پېغمبر معراج هم په شپه کې وه او د دعا وخت هم د شپې پر مهال وي، که څه ځینې بېلاري د شپې له نعمته او تیارې یې ناوړه ګټنه کوي او پر ګناهونو لاس پورې کوي.
* اوسنی پېر په بل ځای کې د ارامتیا پلټنه کوي او کومې پایلې ته هم نه دی رسېدلی. نن نړۍ په ټیکنالوژۍ، وسلې، شتمنۍ، ځواک او ډیپلماټیکو اړیکو زړه تړلی او د معنویت د لاسه ورکونې له کبله ارامتیا نه مومي. ډېر کسان چې پر مخدره توکیو، شرابو، شهوت. اخته او په ګناه کې ډوب شوي؛ نو د حقیقت موندنې لپاره بسیا ده چې په دنیا کې د جنایتونو شمېرې ته مراجعه وکړو.
پېغامونه:
1- د ظالمانو عذاب پرېکونی دی. «وَقَعَ»
2- د الهي عذابونو ژمنه، وار له مخه ظالمانو ته ویل شوې. «الْقَوْلُ»
3- انسان د خپلې بدبختۍ لامل دی. «بِما ظَلَمُوا»
4- د انبیاوو جدي ګواښنې دروغ ګڼل پر ځان ظلم دی . «بِما ظَلَمُوا»
5- په قیامت کې ظالم، ویلو ته کومه خبره نه لري. «لا یَنْطِقُونَ»
6- هغوی تر نیوکې لاندې دي چې د شپې او ورځې له تګ راتګه د عبرت درس نه اخلي. د قرآن ډېرې نيوکي پر هغوی دي چې بې پروا ژوند لري. «أَ لَمْ یَرَوْا»
7- د پنځون نظام د بشر له اړتیاوو سره همغږی دی او دا همغږي د ایکي یو حکیم او مدبر وجود نښه ده. «لِیَسْکُنُوا»
8- د ژوند په کړنلار کې، شپه مو دمې ته ځانګړې کړئ. «لِیَسْکُنُوا فِیهِ»
9- د ایمان او دیني اند ونډه دا ده چې هستي ماناداره، موخنه او د ځواک او حکمت نښه ګڼي. «لِیَسْکُنُوا – مُبْصِراً – لَآیاتٍ»
10- دمه باید د کار او هڅې سریزه وي. «لِیَسْکُنُوا – مُبْصِراً» د ورځې رڼا د کار لپاره ده لکه د اسراء سورت په ۱۲ ام آیت کې چې وايي: «مُبْصِرَهً لِتَبْتَغُوا فَضْلاً» د خپل پالونكي د فضل په لټه كې شئ (پر کار او زیار بوخت شئ).
11- یوازې ایمانوال له الهي آیتونو عبرت اخلي. «إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیاتٍ لِقَوْمٍ یُؤْمِنُونَ»
وَ یَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّورِ فَفَزِعَ مَنْ فِی السَّماواتِ وَ مَنْ فِی الْأَرْضِ إِلاّ مَنْ شاءَ اللّهُ وَ کُلٌّ أَتَوْهُ داخِرِینَ«87»= او هغه ورځ (درياد كړه) چې شپېلۍ پو شي؛ نو څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، ټول (ژوي) به هیبت وهلي شي؛ خو بې له هغو چې الله وغواړي او ټول به هغه ته ځوړند غوږونه راشي.
ټکي:
*د«دخور» کلمه د ذلت او خوارۍ په مانا ده.
*په قرآن کې له دوه «نفخ صور» په اړه خبره شوې: یوه نفخه یا د شپېلې پوه کونه چې د ټولو د مړینې سبب ګرځي او بل ځل د شپېلۍ پوه کونه چې د ټولو د ژوند او شتون لامل ګرځي. د زمر سورت په ۶۸ ام آیت کې لولو:
«وَ نُفِخَ فِی الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِی السَّماواتِ وَ مَنْ فِی الْأَرْضِ إِلاّ مَنْ شاءَ اللّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِیهِ أُخْری فَإِذا هُمْ قِیامٌ یَنْظُرُونَ» او په “شپېلۍ” كې، چې پوكى وشي؛ نو اسمانوال او ځمكوال بېسدېږي (او مري)، بې له هغوى چې د الله خوښه وي، بياچې بل ځل پکې پوكى وشي؛ نو ناڅاپه دوى (انسانان حساب او جزا ته) سترګې پر لار ولاړ وي.
په دې آیت کې په شپېلې کې پوه کونه د «فزع» کلمې په دلیل یا د لومړي ځل د شپېلۍ پوه کونه ده او یا هم د «أَتَوْهُ» په دلیل د دویم ځل شپېلي پوه کونه ده یا د دواړو کلمو په دلیل د شپېلۍ د دوه ځل پوه کول دي. «واللّه العالم»
*په روایتونو کې وایو: د اسرافیل په نامه پرښته په شپېلۍ کې د پوه کونې مسووله ده. د ام داوود په دعا کې وایو: «اللهم صل علی اسرافیل حامل عرشک و صاحب الصور»[41]
هغوی چې د قیامت د پېل له وحشت او وېرې په امان کې دي، «إِلاّ مَنْ شاءَ اللّهُ» په دوه ورپسې آیتونو کې معرفي شوي دي: «مَنْ جاءَ بِالْحَسَنَهِ فَلَهُ خَیْرٌ مِنْها وَ هُمْ مِنْ فَزَعٍ یَوْمَئِذٍ آمِنُونَ» لکه څرنګه چې په بل ځای کې وایو: «لا یَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَکْبَرُ»[42] د هغې ورځې ستره کړیکه یې نه اندېښمنوي.
پېغامونه:
1- د هستۍ د نظام نسکورېدنه، د انسانانو مړینه او د قیامت پیل د وېروونکي غږ په رامنځته کېدنې (په شپېلې کې پوه کېدنه) ترسره کېږي. «یُنْفَخُ فِی الصُّورِ»
2- په آسمانونو کې ژوندي او مسول موجودات هم شته او دا موجودات، حشر و قیامت هم لري. «مَنْ فِی السَّماواتِ – کُلٌّ أَتَوْهُ داخِرِینَ»
3- په قیامت کې ټول له دننه ذلت ننګیري. «داخِرِینَ»
وَ تَرَی الْجِبالَ تَحْسَبُها جامِدَهً وَ هِیَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحابِ صُنْعَ اللّهِ الَّذِی أَتْقَنَ کُلَّ شَیْءٍ إِنَّهُ خَبِیرٌ بِما تَفْعَلُونَ«88»= او غرونه وینې، چې ګومان كوې ښه كلك (او پر ځاى) ولاړ دي، حال دا د ورېځو په څېر روان دي. دا د هغه الله جوړونه ده، چې هر څه يې ښه کلک (او مظبوط) پنځولي؛ په حقيقت كې كوم كارونه، چې كوئ، هغه پرې ښه خبر دى.
ټکي:
«صُنْعَ» د صنعت له کلمې هغه کار ته ویل کېږي چې د علم، دقت او مهارت پر بنسټ وي.
ایټالیوی ګالیله او لهستانی کوپرنېک لومړني کسان وو، چې د ځمکې حرکت یې کشف کړ چې دوی د ۱۶ پېړۍ په روستیو او ۱۷ پېړۍ په لومړیو کې وسېدل. ګالیله د کلیسا تر فشار لاندې ظاهراً له خپلې وینا توبه وکړه؛ خو قرآن تر ګالیله زر کاله پخوا په ډېرو آیتونو کې د ځمکې د حرکت په اړه خبر ورکړې دی. [43]
البتّه ځینې مفسرین د غرونو حرکت په شپېلۍ کې تر پوه کونې روسته د دوی د دړې وړې کېدنې کنایه ګڼي چې په تېر آیت کې راغلي و او ددې مانا پر بنسټ یې، له آیته د نورو پېغامونو ګټنه کړی ده. [44]
پېغامونه:
1- کاینات او عالم په یون یا حرکت کې دی. ان غرونه چې ساکن ښکاري، هم په حرکت کې دي. «تَحْسَبُها جامِدَهً وَ هِیَ تَمُرُّ»
2- د غرونو د یون په اړه خبر ورکول، د قرآن له علمي معجزو دي. «تَمُرُّ مَرَّ السَّحابِ»
3- د غرونو یون د ځمکې له حرکته بېل نه دی؛ نو ځمکه هم حرکت لري. «تَمُرُّ»
4- د غرونو یون د ورېځو په شان چټک دی. «مَرَّ السَّحابِ» او سره له دې حرکته د ځمکې ارامتیا له الهي آیتونو ځنې ده.
5-د غرونو حرکت د الهي حکیمانه ځواک نښه ده. «صُنْعَ اللّهِ»
6- په الهي لید کې هر څیز پخپل ځای کې متقن او ټینګ دی. «أَتْقَنَ کُلَّ شَیْءٍ»
مَنْ جاءَ بِالْحَسَنَهِ فَلَهُ خَیْرٌ مِنْها وَ هُمْ مِنْ فَزَعٍ یَوْمَئِذٍ آمِنُونَ«89»=څوك چې له نېكۍ سره راشي؛ نو تردې به لا غوره بدله وركړه شي او دوی به د همدې ورځې له هیبته ډاډمن وي.
وَ مَنْ جاءَ بِالسَّیِّئَهِ فَکُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِی النّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلاّ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ«90»=او څوک چې له بدۍ سره راشي؛ نو پړمخې به په اور (دوزخ) كې وغورځول شي (د الله له لوري به ورته وويل شي:) ايا بې له كړنو مو سزا دركول كېږي؟!
ټکي:
د «کبت» کلمه د نسکورېدنې په مانا ده .
په دنیا کې چې د ګناه له کبله خوندونه، سرغړونې او سخت دریځۍ راپیدا کېږي، په قیامت کې به په اور کې پر سوځېدنې، ذلت او خوارۍ واوړي.
دا د قرآن له برکاتو ځنې دي چې ټولو ته یې د ودې، نېکمرغې او سعادت لار پرانستې ده:
څوک چې نېک کار وکړي، غوره بدله به ورکړه شي، بې له دې چې عمر، نژاد، خېل او جنسیت یې په پام کې ونیول شي. نېکي یې هم مطلقه بیان کړې «الحسنه» چې ټولې نېکۍ راونغاړي لکه د حق مشرۍ منل، د حق لارې، د حق خبرې، د حق کار، د حق ټاکنې. چې په روایتونو کې یې ځینو ته اشاره شوې؛ خو هر نېک کار چې د هر چا له خوا وي که په غرور، عجب او ګناه له منځه ولاړ نشي او روغ رمټ مقصد ته ورسي؛ نو لا ډېر اجر لري. «مَنْ جاءَ بِالْحَسَنَهِ»
په تېرو دوو آیتونو کې مو ولوستل چې په شپېلۍ کې تر پوه کونې روسته ټول په هیبت کې وي، بې له هغوی چې الله (ج) یې وغواړي. دا آیت وايي: څوك چې له نېكۍ سره راشي؛ نو تردې به لا غوره بدله وركړه شي او دوی به د همدې ورځې له هیبته ډاډمن وي.
پېغامونه:
1- پر نېکو کارونو مو د الله (ج) علم، د نېکیو ترسره کونې ته د هڅونې لامل دی. «إِنَّهُ خَبِیرٌ بِما تَفْعَلُونَ مَنْ جاءَ بِالْحَسَنَهِ»
2- په دنیا کې د نېک کار تر کونې دا مهم دي چې د قیامت نندارې ته یوړل شي. «مَنْ جاءَ بِالْحَسَنَهِ فَلَهُ خَیْرٌ مِنْها»
3- راتلونکی مو په کړنو پورې اړه لري. « مَنْ جاءَ. فَلَهُ. » (هر عمل عکس العمل لري).
4- نېکۍ تر بدیو مخکې اوڅار کړو. «مَنْ جاءَ بِالْحَسَنَهِ»، بیا «مَنْ جاءَ بِالسَّیِّئَهِ»
5- د ښو د ودې لپاره، د نېکانو هڅونه اړینه ده. «مَنْ جاءَ – فَلَهُ خَیْرٌ مِنْها»
6- هڅونه او ګواښنه یو د بل په څنګ کې اغېزمن دي. «مَنْ جاءَ بِالْحَسَنَهِ – مَنْ جاءَ بِالسَّیِّئَهِ»
7- الهي بدلې زموږ تر کارونو غوره دي. (د ځینو کارونو بدله دوه ګرایه ده، «الضِّعْفِ[45] کله څو ګرایه «أَضْعافاً»[46] کله لس ګرایه «فَلَهُ عَشْرُ»[47] تر اوه سوه او ډېرو، چې «خَیْرٌ مِنْها» ټول پکې رانغاړلېږي.)
8-نېکچاري په قیامت کې د ژغورنې لامل دی. «مَنْ جاءَ بِالْحَسَنَهِ – مِنْ فَزَعٍ یَوْمَئِذٍ آمِنُونَ»
9- د الهي بدلو غوره والی مطلق دی، هم له زماني اړخ ابدي دی او هم د مقدار له نظره د عمل څو ګرایه دی. «خَیْرٌ مِنْها»
10- د انسان ذلت، لوړ عذاب دی . «فَکُبَّتْ وُجُوهُهُمْ»
11- الهي سزاوې زموږ د اعمالو غبرګون او انځور دی. هو، هغوی چې تر حق اورېدنې روسته مخ اړوي؛ نو پر هغه ورځ به پړمخې دوزخ ته وغورځول شي. «هَلْ تُجْزَوْنَ»
12- الهي بدلې څو ګرایه دي؛ «خَیْرٌ مِنْها» خو سزا یې یو برابر او عادلانه ده. «ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»
13- معاد جسماني دی. «وُجُوهُهُمْ»
14- د انسان اعمال په قیامت کې انځورېږي او انسان ښکېلوي. «هَلْ تُجْزَوْنَ إِلاّ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»
إِنَّما أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هذِهِ الْبَلْدَهِ الَّذِی حَرَّمَها وَ لَهُ کُلُّ شَیْءٍ وَ أُمِرْتُ أَنْ أَکُونَ مِنَ الْمُسْلِمِینَ«91»= (ووايه) حكم راته شوى، چې ددې ښار(مکې) پالونكى ولمانځم، هماغه چې دا ښار يې محترم گڼلى او ټول څيزونه د هماغه دي! او حكم راته شوى، چې له مسلمانانو ځنې وسم؛
ټکي:
پر کومه ورځ چې مسلمانانو مکه سوبه کړه؛ نو رسول الله صلی الله علیه و آله کعبې ته ورننووت او بوتان یې مات کړل او د کعبې په درشل کې یې وویل: «ان الله قد حرم مکه» الله (ج) له لومړۍ ورځې تر قیامته، مکه محترمه ګڼلې ده. [48]
پېغامونه:
1- پېغمبر، تر الهي فرمان لاندې دی . «أُمِرْتُ – وَ أُمِرْتُ»
2- مبلّغ باید خپل پرېکنده توب خلکو ته اعلان کړي او ووايي: که ایمان راوړئ یا یې را نه وړئ، لارې ته به مې دوام ورکړم. «أُمِرْتُ – وَ أُمِرْتُ»
3- څوک هم په هېڅ شرایطو کې له عبادته مړه خوا نه دی، ان پېغمبر. «أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ»
4- عبادت باید په الهي امر وي، نه داچې انسان جوړ کړی وي. «أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ»
5-هغوی حق لري چې خلک عبادت ته راوبلي چې خپله مخکښ وي . «أُمِرْتُ»
6- بندگي باید له زړګنۍ غاړه ایښوونې سره وي. «أَعْبُدَ – مِنَ الْمُسْلِمِینَ»
7- د الله (ج) د بندګۍ فلسفه، د هغه ربوبیّت او مالکیّت دی. «أَعْبُدَ رَبَّ – وَ لَهُ کُلُّ شَیْءٍ»
8-هم ځان کمال ته ورسوئ او هم له کاملینو سره شئ. «أَعْبُدَ – مِنَ الْمُسْلِمِینَ»
9- هر څه دهغه تر روزنې لاندې دي. «رَبَّ هذِهِ الْبَلْدَهِ»
10- مکّه، ځانګړی درناوی او مقام لري. «حَرَّمَها»
وَ أَنْ أَتْلُوَا الْقُرْآنَ فَمَنِ اهْتَدی فَإِنَّما یَهْتَدِی لِنَفْسِهِ وَ مَنْ ضَلَّ فَقُلْ إِنَّما أَنَا مِنَ الْمُنْذِرِینَ«92»=او داچې قرآن ولولم (چې وا یې ورئ)؛ نو چاچې سمه لار ومونده؛ نو يوازې ځان ته يې مومي او څوك چې بېلارې شو؛ نو ووايه: [ زه پړ نه یم، ځکه] ((زه خو يوازې له گواښگرندو ځنې يم.))
ټکي:
ددې سورت پیل هم د قرآن د اهمیت په اړه و او پای یې هم د قرآن کریم په اړه ویینه کوي.
قرآن د خپل تلاوت په اړه وايي: «وَ ما تَکُونُ فِی شَأْنٍ وَ ما تَتْلُوا مِنْهُ مِنْ قُرْآنٍ وَ لا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلاّ کُنّا عَلَیْکُمْ شُهُوداً»[49] پېغمبره! موږ پر درې څیزونو ګواه یو:
الف: پر ټولو کارونو دې.
ب: د قرآن پر تلاوت دې.
ج: پر ټولو کارونو چې تاسې خلک یې کوئ.
یعنې د پېغمبر ټول شئون او کارونه او د خلکو ټول کارونه یو خوا او د انحضرت د قرآن تلاوت بلخوا ایښودل شوی او دا د قرآن کریم د ډېر زیات تلاوت د اهمیت نښه ده.
پېغامونه:
1- د قرآن راوړونکی، باید خپله د تلاوت والا وي. «أَتْلُوَا الْقُرْآنَ»
2- تر توحید روسته د پېغمبر صلی الله علیه و آله مهم ترین مأموریّت خلکو ته د الهي آیتونو تلاوت دی. «أَتْلُوَا الْقُرْآنَ»
3- د تبلیغ چورلیځ/ محور باید قرآن وي. « أَنْ أَتْلُوَا الْقُرْآنَ فَمَنِ اهْتَدی. »
4- د مبلغ دنده، خلکو ته د حقایقو رسول دي، منل یا نه منل یې په دوی پورې اړه لري. «أَنْ أَتْلُوَا الْقُرْآنَ فَمَنِ اهْتَدی. وَ مَنْ ضَلَّ»
5- د قرآن تلاوت، د هدایت سریزه ده . «أَتْلُوَا الْقُرْآنَ فَمَنِ اهْتَدی»
6- د خلکو د ایمان یا کفر ګټه او تاوان همدوی ته وررسي. «لِنَفْسِهِ»
7- پېغمبر د لار ورکو مسئول نه دی. «فَقُلْ إِنَّما أَنَا مِنَ الْمُنْذِرِینَ»
وَ قُلِ الْحَمْدُ لِلّهِ سَیُرِیکُمْ آیاتِهِ فَتَعْرِفُونَها وَ ما رَبُّکَ بِغافِلٍ عَمّا تَعْمَلُونَ«93»=او ووايه: ((ستاېنه يوازې الله ته ده، ژر به خپلې نښې دروښيي؛ نو وبه يې پېژنئ او څه چې تاسې كوئ، ستا پالونكى ترې ناخبره نه دى.))
ټکي:
«الْحَمْدُ لِلّهِ»، الهي ستاینې ته تر ټولو غوره جمله ده، چې څو ځل پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله یې ویلو ته مأمور شوی او هم یې مسلمانان باید د حمد په سورت کې هره ورځ ووايي.
پېغامونه:
1- الهي رسالت، هغه لورنه ده چې باید شکر یې وایستل شي. « إِنَّما أُمِرْتُ. وَ قُلِ الْحَمْدُ لِلّهِ»
2- څه مو چې له الهي آیتونو لیدلي، دا یې یوازې یوه برخه ده، په راتلونکي کې به هم نور آیتونه دروښودل شي. «سَیُرِیکُمْ آیاتِهِ»
3- الهي مهلتونه د الله (ج) د غفلت نښه مه ګڼئ. «وَ ما رَبُّکَ بِغافِلٍ»
4- د الله (ج) همېشنۍ څارنه د ده د ربوبیّت له شئونو ده. «وَ ما رَبُّکَ بِغافِلٍ»
5-انسان د خپلو کړنو پازوال دی . «وَ ما رَبُّکَ بِغافِلٍ عَمّا تَعْمَلُونَ»
6- د مخالفینو له شرک او کفره مه اندېښمنېږه. «وَ ما رَبُّکَ بِغافِلٍ عَمّا تَعْمَلُونَ»
اللهم صلی علی محمد وآل محمد
[2] – زمر، 15
[3] – عصر، 2
[4] – حج، 11
[5] – کهف، 104
[6] – اعراف، 12
[7] – غاشیه، 4.
[8] – انبیاء، 69
[9] – نمل، 7-8
[10] – کهف، 96
[11] – اعراف، 133
[12] – اعراف، 130
[13] – بقره، 50
[14] – بقره، 60.
[15] – بقره، 57
[16] – نورالثقلین تفسیر
[17] – کافي ۲ټ، ۳۸۹ مخ
[18] – ص، 20
[19] – انبیاء، 79.
[20] – نمل، 16
[21] – انبیاء، 80
[22] – کهف، 82
[23] – بقره، 31.
[24] – کهف، 66
[25] – یوسف، 37
[26] – انبیاء، 80
[27] – نمل، 16
[28] – نمل، 40
[29] – بقره، 247
[30] – جنّ، 26-27
[32] – کنزالدقائق تفسیر
[33] – ضحی، 11
[34] – نمونه تفسیر
[35] – التحقیق فی کلمات القرآن
[36] – انعام، 130.
[37] – جنّ، 14
[38] – جنّ، 11.
[39] – الرحمن، 56.
[40] – د پيري په اړه ډیرو توضیحاتو ته د جن سورت او قاموس قرآن ۲ټ، ۶۱-۷۲ مخونه وګورئ.
[41] – ص، 37
[42] – التحقیق فی کلمات القرآن
[43] – انبیاء، 73
[44] – المیزان تفسیر
[45] – فرقان وفی ظلال تفاسیر
[46] – مجمع البیان تفسیر.
[47] – روح البیان او کنزالدقائق تفاسیر
[48] – انعام، 78
[49] – نهج البلاغه، حکمت 140.
[50] – نساء، 86.
[51] -. «طیّ الارض»، یو ډول معجزه او کرامت دی، چې د اوږدې لارې وهنې پرځاې، ځمکه یې تر پښو لاندې پېچلې شي او د سترګې په رپ کې مقصد ته ورسي. (فرهنگ معین)
[52] – نورالثقلین تفسیر
[53] – کافي ۱ټ، ۲۳۰ مخ
[54] – نورالثقلین تفسیر
[55] – نورالثقلین تفسیر
[56] – اطیب البیان تفسیر
[57] – تفسیر کبیرفخررازی
[58] – اعراف، 77
[59] – نورالثقلین تفسیر
[60] – التحقیق فی کلمات القرآن
[61] – کشاف تفسیر
[62] اعراف، 131
[63] – یس، 18
[1] – اعراف، 78
[2] – ذاریات، 44.
[3] – هود، 67
[4] – حجر، 74.
[5] – غافر، 51
[6] – یونس، 103.
[7] – واقعه، 64
[9] – نورالثقلین تفسیر
[10] – نحل، 16
[11] – نمونه تفسیر
[12] – المیزان تفسیر
[13] -. هود، 49
[14] – نبأ، 4-5
[15] – نمونه تفسیر
[16] – عنکبوت، 50
[17] – جاثیه، 26
[18] – یس، 70
[19] – انفال، 24
[20] – بقره، 179
[21] – فجر، 24
[22] – نمونه تفسیر ۱۵ټ ۵۴۳ مخ
[23] – بقره، 74
[24] – کشف الارتیاب، 109 مخ
[25] – صحیح بخاری، ۵ټ، ۹۷مخ
[26] – شرح نهج البلاغه ابن ابی الحدید، ۱ټ، ۲۴۸ مخ
[27] – هود، 6.
[28] – کهف، 47.
[29] -. بقره، 243
[30] – بقره، 56
[31] – مائده، 110
[32] – بقره، 259.
[33] – نمونه تفسیر.
[34] – رعد، 28
[35] – فتح، 4
[36] – بقره، 248
[37] – توبه، 103
[38] – نحل، 80
[39] – روم، 21.
[40] – نمل، 86.
[41] – نورالثقلین تفسیر
[42] – انبیاء، 103
[43] – نمونه تفسیر
[44] -. راهنما تفسیر.
[45] – سبأ، 37
[46] -. بقره، 245
[47] – انعام، 160
[48] – کنزالدقائق تفسیر
[49] – یونس 61