تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  لقمان سورت لقمان سورت مكي دى او څلوردیرش (۳۴) آیتونه لري دا چې په ټول قرآن شريف په تېره په دې سورت كې دوه ځل د “لقمان” نامه راغلې؛ نو لقمان نومول شوی دی دا سورت له هغو اوو سورتونو ځنې دى، چې په ( الم) پيل شوي دي.  د لقمان […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

لقمان سورت

لقمان سورت مكي دى او څلوردیرش (۳۴) آیتونه لري دا چې په ټول قرآن شريف په تېره په دې سورت كې دوه ځل د “لقمان” نامه راغلې؛ نو لقمان نومول شوی دی دا سورت له هغو اوو سورتونو ځنې دى، چې په ( الم) پيل شوي دي.

 د لقمان سورت منځپانګه په لاندې خبرو كې را لنډېږي:

1-د بشر په لارښوونه كې د قرآن د برم او ارزښت بيانول.

2- پر نېکانو او كبرجنو د انسانانو ويشل او د دوی د برخليك څرګندول.

3-د قرآن د ځينو علمي معجزاتو ښوونه؛ لكه د جاذبې قانون او د بوټو د جوړې قانون.

4-خپل زوى ته د لقمان له حكمته ډك نصيحتونه.

5- پر مبداء او معاد د ايمان د ليلونه.

6- د الله تعالی د ځانګړو علومو بيانول؛ لكه د مرګ وخت او د قيامت راتګ.

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ= د لوراند او لورين الله په نامه

﴿۱﴾ الم= الف، لام، ميم.

﴿۲﴾ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ= دا له حکمته د ډک کتاب آيتونه دي (داسې کتاب، چې خوشې خبرې پکې نشته).

﴿۳﴾ هُدًى وَرَحْمَةً لِّلْمُحْسِنِينَ=(چې) نېكانو ته لارښود او لورنه ده؛

﴿۴﴾ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ= هماغوى چې لمونځ کوي، [مالیات] زكات وركوي او پر آخرت پوخ باور لري.

 ټكي:

په قرآن كې ۲۹ سورتونه پر مقطعه تورویو پيل شوي، چې په ۲۴ ځایونو کې، تر دې تورویو روسته د قرآن عظمت اوڅار شوی، چې ښيي قرآن له همدې ټكيو ليكل شوى، چې درسره دي؛ خو په تاسې كې یې هیڅ څوك هم په څېر راوړای نشي.

* عموم ليكونكي خپل كتاب له نيمګړتيا او عيبه تش نه ګڼي او د خپل كتاب د نيمګړتياوو په اړه له لوستوونكيو بښنه غواړي او د لوستوونكيو وړانديزونه او نيوكې په ورين تندي مني؛ خو دا يوازې الله تعالی دى، چې د خپل كتاب په اړه په ځغرده وايي: (الْكِتَابِ الْحَكِيمِ)؛ يعنې په ټولو آيتونو كې يې حكمت دى، محكم او د حكمت له مخې دي، دا كتاب ټينګ او زيانمنېدونی نه دى او له هر ډول عيب او نيمګړتيا پاك دى.

 *(هُدًى وَرَحْمَةً لِّلْمُحْسِنِينَ)؛ نو قرآن د بشپړتيا او تکامل درې ګوني پړاونه لري:

(١) ښیون/هدایت (٢) زېرى (٣) لورنه. [1]

 لمونځ د ټولو كمالاتو درلودونکى دى؛ لكه پاكوالى، د قرآن تلاوت، پر توحيد، نبوت او مشرۍ منښته، دعا كول، سلام، قيام، ركوع او سجده او حق ته پام او زكات وركول، د ټولو توکيزو نيمګړتياوو جبران دى.

*په قرآن كې د «زكات» مفهوم ترهغې خورا پراخ دی چې په فقه مطرح شوى؛ ځكه پر فقهي زكات سربيره نورې وټیزې مرستې هم رانغاړي.

الله تعالی په يوه ځاى[2] كې قرآن د متقينو د لارښوونې وزله ګڼي «هُدًى لِلْمُتَّقِينَ»او په بل ځاى كې[3] قرآن د مؤمنانو لارښود او زېرى وركوونكى ګني « هُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ» او په دې سورت كې يې قرآن نېكانو ته د رحمت او لارښوونې وزله ګڼلې ده.

 پېغامونه:

1- ارشاد او لارښونه، باید د حکمت له مخې وي. (آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ)

2- قرآن عيني لارښوونه او رحمت دى (هُدًى وَرَحْمَةً) ( د هُدًى) او (رَحْمَةً) كلیمې د مصدر په قالب كې راغلي، چې د مبالغې نښې دي. [ کله ویل کېږي: پلانی خوږ ژبی دی او کله ویل کېږي پلانی خوږ دی او دا تعبیر ښيي چې ګرد وجود، کړه وړه او کتل یې یو مخې خواږه دي]

3- لارښوونه دې له لورنې او مينې سره وي (هُدًى وَرَحْمَةً)

4- نېكان حق منلو ته چمتو دي. (هُدًى- لِّلْمُحْسِنِينَ)

5- لمونځ او زكات، نه بېلېدونكي دي. ( يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ)

6- لمونځ كول او زكات وركول دې د انسان همېشنى خوى وي، [ (يُقِيمُونَ) او (يُؤْتُونَ) د مضارع په قالب كې راغلي، چې د استمرار او تلتیا نښه ده. ]

7- داچې اسلام جامع دين دى؛ نو مسووليتونه يې هم جامع او هر اړخیز دي؛ بدني مکلفیت: (لمونځ)، وټیزه دنده: (زكات) او زړګنۍ دنده: (يقين) (الصَّلَاةَ، الزَّكَاةَ، يُوقِنُونَ).

8- له الله (لمونځ كول) او له خلكو سره (زكات وركول) سره اړيکه هله ارزښتمنه وي، چې انسان پر قیامت ايمان ولري (وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ)

﴿۵﴾ أُوْلَئِكَ عَلَى هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ= همدا دوى د خپل پالونكي له لارښوونې برخمن او همدا دوى بريمن دي.

 

ټكى:

له دې آيته جوتېږي، چې بريا د الله تعالی په لارښوونې او توفيق لاس ته راځي، چې البته په يوه بل ځاى كې لولو: (وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ[4]=هغوى چې زموږ په لار كې كوښښ كوي؛ نو موږ ورته لاره ښوولې او په رښتيا چې الله، له نېكانو سره دى.)

 پېغامونه:

1- نېكان له الهي لارښوونې برخمن دي (أُوْلَئِكَ عَلَى هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ).

2- لارښوونه، د ربوبيت یو چار دی (هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ).

3- د ښو كارونو توفيق، الهي پېرزوېنه ده. ( لِّلْمُحْسِنِينَ- هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ).

4- لمونځ کول او د زکات ورکول، له قرآني لارښوونې برخمنېدو ته لاراواری کوي (الَّذِينَ يُقِيمُونَ. . . . وَيُؤْتُونَ. . . أُوْلَئِكَ عَلَى هُدًى)

5- بريالي يوازې هغوى دي، چې لمونځ كوي، زكات وركوي او پر آخرت ايمان لري (أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ).

﴿۶﴾ وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ= او ځينې خلك خوشې خبرې پېري، چې (خلك) په ناپوهۍ د الله له لارې واړوي او الهي آیتونه ټوکې ګڼي (؛ نو) همدوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو) دى.

ټكي:

*(لَهْوَ) هغه ته ويل کېږي، چې د مهمې موخې پر خلاف د انسان خنډېږي.

 ((لَهْوَ الْحَدِيثِ)) هغه خوشې خبرې ته ويل كېږي، چې له حقه د انسان مخنیوی کوي؛ لكه خرافاتي كيسې او هغه كيسې چې انسان د فساد او ګناه لوري ته وركاږي، چې دا کوږوالى كله په خبرو كې او كله په اسبابو، وسايلو او په اړوند چارو كې یې وي. [5]

*د “نضربن حارث” په نامه يو سړى و، چې له حجازه یې “فارس” ته تګ راتګ كاوه او د فارس افسانې؛ لكه د “رستم” او “اسفنديار” كيسې يى زده كړې وې او هغه يې عربو ته كولې، ويل يې:

 كه “محمد” درته د “عاد” او “ثمود” كيسې كوي؛ نو زه هم درته د عجمو كيسې كوم، چې دا آيت راغى او د هغه دا کړنه يى کږلاري وبلله.

 ځينې ددې آيت د شان نزول په باب وايي: دا آيت د هغه خلكو رټلو ته نازل شوى، چې سندرغاړې وينځې يې پېرلې، چې سندرې ورته ووايي او له دې لارې خلك د قرآن له اورېدو منع کړي. [6]

*دې آيت يو ستر بېلاروونكي لامل ته، چې “باطله خبره” ده، اشاره كړې ده. د قرآن په نورو آيتونو كې هم د خلكو د بېلارې كولو لاملونو ته اشاره شوې، چې دا دي:

الف: طاغوت، كله په تحقير او سپكاوي (فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ [7]) او كله په ګواښ خلك له لارې كږوي. ( لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ [8]).

ب: شيطان، انسان په وسوسو بېلاروي (يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ [9]).

ج: منحرف عالم او هنرمند، خلك په خپل علم او هنر له لارې كږوي (وَأَضَلَّهُمُ السَّامِرِيُّ [10]).

د: ځواکمن او شتمن، خلك په خپل ځواک او شتمنۍ د حق خبرې اورېدو ته نه پرېږدي. ( إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا [11]).

ه: هغه سندرغاړي، چې خلك يې بوخت كړي او د حق اورېدو او پر حقيقتونو د پوهېدو پر خلاف یې خنډېږي (يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ).

 پېغامونه:

 1- د حق پر ضد مبارزې او فرهنګي یرغل ته پانګونه، پخوانى تاريخ لري (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ).

2- هغه څه لهو دي، چې د حكمت مخې ته درېږي او كمال ته د نه رسېدو لامل دي. (الْكِتَابِ الْحَكِيمِ – لَهْوَ الْحَدِيثِ)

3- د الله تعالی د مخالفينو خبره د منطق-سول او حكمت له مخې نه؛ بلكې بې بنسټه او لهو خبرې دي. (مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ)

4- د لهو وسايلو اخستل، انسان له كماله شاته پاتې کوي، چې د ناپوهۍ نښه ده. (يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ. . . . بِغَيْرِ عِلْمٍ)

5- د عمل او سزا ترمنځ تړاو، د عدالت له مخې دی؛ نو هغوى چې حق ته ټيټ ګوري، حق سپكوي؛ نو عذاب يې هم خوارونكى دى. ( وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا. . . لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ)

له باطلې خبرې او ناستې لرېوالى پكار دى

د اسلام له نظره، هغه موسیقي حرامه ده، چې د فسق او ګناه له مجلسونو سره اړخ ولګوي او شهوت را و پاروي؛ خو كومه موسیقي، چې پورتنۍ ځانګړنې نه لري؛ نو مشهور فقيهان وايي چې حرامه نه ده.

امام باقر (رح) وويل: غنا له هغو ګناهونو ځنې ده، چې الله تعالی ورته د اور ژمنه وركړې ده او بيا يې دا آيت تلاوت كړ: (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ)؛ نو ويلاى شو، چې غنا، كبيره ګناه ده؛ ځكه كبيره ګناه هغې ته ويل كېږي، چې په قرآن كې یې په باب د عذاب ژمنه شوې وي.

په حج سورت دېرشم آيت كې راغلي: ( وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ)؛ يعنې له باطلې خبرې ځان لرې وساتئ.

 امام صادق (رح) وويل: له « قَوْلَ الزُّورِ» مطلب سندرې او غنا ده. [ «زور» یعنې باطل، دروغ او له حقه اوړېدل دي او غنا د باطلو پوره مصداق دی]

 له امام صادق او امام رضا هم رانقل شوي، چې وايې: په لقمان سورت كې د (لَهْوَ الْحَدِيثِ) یو له مصادیقو ځنې غنا ده.

 په روايتونو كې راغلي:

غنا په انسان كې د نفاق روحيه روزي او فقر بدمرغي راوړي.

 پر سندرغاړیو ښځو او څوک چې دوی ته پيسې وركوي او څوک چې دا پيسې لګوي، لعنت ويل شوى دى؛ لكه څرنګه چې د ډمو ښځو روزنه حرامه ده.

 په هغه كور كې، چې غنا وي؛ نو له دردوونكي مصيبت او مرګه به خوندي نه وي، دعا پكې نه قبلېږى او پرښتې نه ورځي. [12]

د غنا ورانوونکې اغېزې

 1-د اخلاقي فساد دودول، د تقوا له روحيې لرې كېدل، شهوت او ګناهونو ته مخه کول، تردې چې وايې: غنا حيا كموي، شهوت زياتوي، شخصيت له منځه وړي او د شرابو په څېر اغېز لري.

2- ځینې انسانان د شرابو، چرسو يا پوډرو د څښلو له لارې ځان د بېخيالۍ دنيا ته ورننباسي او ځينې په باطلو او شهوت راپاروونكيو خبرو.

3 – له الله تعالی، دندې، بېوزليو، راتلونكې، شونتیاوو، وړتیاوو، دښمن، نفس او له شيطانه غفلت، د غنا مخرب اثار دي. نننى انسان سره له دومره پرمخ تللې ټكنالوجۍ او پوهې، په هغه اور كې سوځي، چې سرچينه يې غفلت دى. هو! له الله تعالی غفلت، انسان د حيوانيت تر پولې؛ بلكې تر هغه یې هم را ټيټوي ((أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ[13])).

 4- پر اعصابو د راپارونكيو سندرو ناوړه اغېزې هم خورا زياتې دي. الله تعالی نړۍ بشر ته او بشر یې تكامل، ودې او مانيزې لوړتيا ته پېدا كړ. الله تعالی نړۍ زموږ په واک كې كړه او پرښتو ته يې زموږ د چارو د تدبير دنده وركړه. انبياء او اولياء يې زموږ لارښوونې ته راولېږل او هغوى هم زموږ لارښوونې ته د مرګ تر خولې ولاړل.

 الله تعالی پرښتو ته وويل: انسان ته سجده وكړئ او خپل روح يې ورپو كړ او ښکلی او غوره صورت او سيرت يې وركړ او تر نهايته يې د ودې استعداد وركړ، په عقل، فطرت او ډول ډول وړتیاوو یې سمبال كړ او يوازې د انسان تر پنځون روسته يې خپل ځان ته آفرين ووايه ( فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ [14]) دا انسان، چې ډول ډول توکيز او مانيز امتيازات وركړل شوي؛ نو آيا خپل اختيارات هر چا ته وسپاري؟ امام كاظم (رح) وايي: هر غږ ته چې غوږ شئ؛ نو د هماغه مريى به ياست.

 ايا په رښتيا د خواشينۍ ځای نه دى، چې موږ د يوه بې موخه او دروغجن سندرغاړي مريان شو. آيا چمتو ياست، هر ډول غږ پخپلو مغزو كې ثبت كړئ.

 عمر، فكر او ماغزه الهي امانتونه دي، چې راسپارلي يې دي، چې په هغې لار كې ترې ګټنه وکړو، چې پخپله يې راټاكلې ده او كه دا امانتونه مو بې له هغې لارې، چې الله تعالی ويلي، وكارو؛ نو په امانت كې مو خيانت كړى او د قيامت پر ورځ یې بايد ځواب وركړو. قرآن په سپينه په اسراء سورت ٣٦ كې ويلي دي: ( إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا)؛ يعنې غوږ، سترګې او زړه ټول پوښتل كېږي، هو! انسان دې د خپلو غوږونو، سترګو او زړه پام وساتي، چې هر ډول غږ پكې ورننوځي.

 حديث دى، چې زړه د الله تعالی حرم دى او بې له الله بل څوك ورننووتو ته مه ورپرېږدئ.

اسلام ستړيا لرې كولو او تفريح ته مناسبې او سمې لارې راښوولې دي. موږ يې تګ راتګ، سفر، ادمان، لامبو، كار، علمي ویینو، د تجربو لېږد، له عارفانو سره اړيکې او تر ټولو مهم له الله تعالی سره اړيکې ته رابللي يو؛ ځكه د هغه ياد د زړه ټكور دى؛ نو ولې دې ځان پر داسې خوندونو بوخت كړو، چې پايله يې اور وي.

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: په هغه خوندونو كې خير نشته، چې پايله يې د دوزخ اور وي[15].

څوك چې ګناه كوي او د ګناه له لارې خوندونه اخلي؛ نو الله تعالی به يې خوار كړي. [16]

﴿۷﴾ وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ آيَاتُنَا وَلَّى مُسْتَكْبِرًا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا كَأَنَّ فِي أُذُنَيْهِ وَقْرًا فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ= او چې کله زموږ آيتونه ورولوستل شي (؛ نو) په كبر مخ اړوي، چې ته وا (بېخي يې) اورېدلي نه وي؛ لكه چې غوږونه يې درانه دي؛ نو د دردناك عذاب زېری وركړه.

ټكي:

 د (وقر) کلمه د دروندوالي پر مانا ده، چې با شخصيته او درنو خلكو ته هم باوقاره ويل كېږي.

له آيته ګټنه كېږي، چې كبرجن خلك ان حق خبرې اورېدو ته هم چمتو نه دي او حق اورېدل؛ خو لا لرې ده، چې وا يې وري او سوچ پکې وکړي او که منطقي نه وه و يې نه مني.

 پېغامونه:

1- د چټي او باطلو خبرو اورېدل، له انسانه د حق منلو چمتوالى اخلي (لَهْوَ الْحَدِيثِ).

2- ځينې وګړي كه له هرې خولې الهي آيتونه واوري؛ بيا یې هم نه مني. (وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ آيَاتُنَا وَلَّى مُسْتَكْبِرًا)

3- استكباري روحيه، د حق او حقيقت له منلو مخنيوى كوي. (وَلَّى مُسْتَكْبِرًا)

4- د حق خبرې ته غوږ نه ايښوول، د استكبار نښه ده. (مُسْتَكْبِرًا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا)

5- د باطلو خبرو غوښتونی، د قرآن اورېدو چمتووالی نه لري. (يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ. . . إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ. . . لَمْ يَسْمَعْهَا)

6- بايد د كبرجن سپکاوى وشي (كَأَنَّ فِي أُذُنَيْهِ وَقْرًا).

7- د قرآن د تبليغ او روزنې يوه لار، د مثالونو راوړل دي. ( كَأَن. . . كَأَنَّ)

8- څوك چې د حق خبره نه اوري؛ نو مثال يې د هغه انسان دى، چې دواړه غوږونه يې درانه وي. (كَأَنَّ فِي أُذُنَيْهِ وَقْرًا).

﴿۸﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتُ النَّعِيمِ= په حقيقت كې هغوى چې ايمان راوړى او ښې [چارې] يې كړي (؛ نو) ورته له نعمتونو ډك جنتونه دي؛

﴿۹﴾ خَالِدِينَ فِيهَا وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ= چې د الله د پخې ژمنې له مخې، هلته به تلمېشتې وي او هغه بريمن حكيم دى.

ټكى:

په تېرو آيتونو كې مو ولوستل، چې ځينې كوښښ كوي، پر بېځايه او باطلو خبرو، د حق لارويان بېلاري كړي. هغوى په استكباري روحيې او الهي آيتونو ته په غوږ نه نيوو پر مؤمنانو ملنډې وهي؛ هغه مؤمنان چې الله تعالی ورته د تلپاتې جنت زېرى وركړى دى.

 پېغامونه:

 1- جنت يوازې د هغوى په برخه كېږي، چې ايمان يې راوړى وي او ښه كارونه كوي. (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتُ).

2- د مستكبرانو سپكاوى او ملنډې، واقعي مؤمنانو ته په الهي ژمنو جبرانېږي. (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا. . . . . لَهُمْ جَنَّاتُ)

3- له الهي پېرزوېنو برخمنېدل، په ايمان او نېکچاریو پورې اړه لري (آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتُ النَّعِيمِ).

4- د مخالفانو مخ اړونه او مخالفت ژرتېری دى؛ خو ايمانوالو ته د الله تعالی بدله تلپاتې ده. (خَالِدِينَ فِيهَا).

5- د الله پاک پر ژمنو دې ايمان ولرو او جدي يې ونيسو (وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ).

6- د الله تعالی ځواک او حكمت يې د ژمنو ملاټر دى (وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ).

7- د الله تعالی ځواک او عزت يې د حكمت له مخې پلي کېږي. (الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ).

(هو! نن ډېر وينو، چې واک لري؛ خو چارې يې د حكمت له مخې نه دي.)

﴿۱۰﴾ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَابَّةٍ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ= (الله) اسمانونه بې ستنو پیدا کړل، چې تاسې یې وينئ، او په ځمكه کې يې [غرونه] واچول، چې (هسې نه) و مو لړزوي (او هستوګنځى مو ارام وي) او پکې يې هر ډول خوځنده خواره كړل او له اسمانه مو اوبه واورولې او په ځمكه کې مو د بوټو هر راز ښې جوړې راوټوكولې.

 

 ټكي:

كه څه هر ژوي ته له څو اړخونو كتلى شو؛ خو معمولاً له يوه اړخه وركتل ستر ارزښت لري. په دې آيت كې د اسمان يوه مهمه ځانګړنه راغلې او هغه داچې پر هېڅ څيز ولاړ نه دى. د غرونو ځانګړنه داده، چې د ځمكې له لړزېدو مخنيوى وكړي او ټیکاو ولري. د څارویو مهمه ځانګړنه پر ځمکه یې رنګارنګي او پراخي ده او د بوټو مهمه ځانګړنه، د دوی جوړه توب او ډېر ارزښمنتوب دی.

 په دې آيت كې د قرآن علمي اعجاز ته په هغه وخت كې اشاره شوې، چې د بشر ذهن پرې نه پوهېده. يوه اشاره يې د اسمان نه ليدونكيو ستنو ته كړې ده؛ يعنې د جاذبې قوه او له مركزه د تېښتې قوه، چې د کُراتو په خپل مدار كې د حركت خواله ده. بل اعجاز دادى، چې په غرونو يې د ځمكې له لړزېدو مخه نيولې او پردې سربېره، د بوټو د جوړو ( زوجيت) قانون ته هم اشاره شوې ده.

 پېغامونه:

1- نه ليدل، نشتوالي نه راښيي ( اسمانونه ستنې لري؛ خو موږ يې نه وينو) ( بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا).

2- تر هر څه لومړى، ژوند ته امنيت او ډاډ پكار دى (أَن تَمِيدَ بِكُمْ).

 3- پر ځمكه واکمن نظام، انسان ته دى (أَن تَمِيدَ بِكُمْ). .

4- په ځمكه كې د انسان د اړتياوو د سرچينو خپوروالى الهي پيرزوېنه ده (بَثَّ فِيهَا).

5_اوبه ستر او ارزښتمن نعمت دى (مَاءً).

6- خپل چاپېريال او شنو بوټو ته دې په عزتناکه سترګو ووينو؛ ځكه الله تعالی ورته كريم ويلي دي (مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ).

﴿۱۱﴾ هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ= دا خو د الله پيدايښت دى؛ نو راوښيئ، چې بې له ده (باطلو معبودانو) څه څيزونه پيدا كړي؟ (هېڅ يې پيدا كړي نه دي!) هو (مشرک) ظالمان په څرګند بېلارېتوب کې دي.

 پېغامونه:

1- په ويينه او خبرو اترو كې دې له عيني بيلګو ګټنه وشي (هَذَا).

2- لومړى د حق لار بيان كړئ او بيا د حق پر مخالفينو نيوكې او ورسره مبارزه وكړئ. (هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا)

3- د الله تعالی او د نورو د واک پرتلنه د الله پېژندنې يوه لار ده. (هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ)

4- یوازې ادعا ته غوږ مه ږدئ، دلیل، لاسوند، سند او بېلګه وغواړو. (فَأَرُونِي)

5- د حق په مقابل کې ځېل، تېری دى (بَلِ الظَّالِمُونَ). [ دا ټولې نښې او اثار وينې؛ خو بیا هم له الله تعالی او حق لوري سره دښمني لري]

6- څوك چې بې له الله تعالی په بل پسې ځي؛ نو هم بېلارې او هم ظالم دى. (بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ)

7- شرك کوږوالی دى او هېڅ څوك له دې خبرې منكر نه دی (ضَلَالٍ مُّبِينٍ).

﴿۱۲﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ= او په رښتيا موږ لقمان ته حكمت وركړى و(او ورته مو وويل:) د الله شكر پر ځاى كړه او څوك چې شكر باسي (؛ نو) ایله ځان ته شكر باسي او څوك چې ناشكري وكړي (الله ته زيان وررسولاى نشي؛ ځكه) چې الله موړ ستایل شوى دى.

 پېغامونه:

1- حکمت، الهي ورکړه ده، نه ترلاسه کېدونې ( که څه سریزې یې ترلاسه کېدونې دي) (وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ)

2- ځانګړي نعمتونه ځانګړى شكر غواړي (آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ) لکه څنګه چې الله تعالی زموږ ګران پېغمبر ته “كوثر” وركړ او له هغه يې د ځانګړي شكر ادا كولو غوښتنه وكړه. ( إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ)

3- الله تعالی چې موسى (ع) پېغمبر كړ؛ نو لومړى حکم يې ورته د لمانځه و؛ خو لقمان ته يې چې حكمت وركړ؛ نو د شكر ايستو حکم يى وركړ (أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ).

4- د الله تعالی د نعمتونو شكر ايستل، الله ته څه ګټه نه رسوي (وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ) او همداراز په يوه بل ځاى كې لولو: ( لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ)[17]

5- هر ډول شتمني او مال ارزښت نه لرى؛ بلكې هغه ارزښت لري، چې له هر ډول آفته لرې وي. (غَنِيٌّ حَمِيدٌ)

6- الله تعالی حميد؛ (ستايل شوی) دى، كه انسانان يې وستايي كه نه؛ خو هغه (غَنِيٌّ حَمِيدٌ) دى.

 

لقمان حكيم څوك و؟

په الميزان تفسير كې د لقمان حكيم په باب يوه ویینه راغلې، چې موږ يې يوه برخه دلته راخستې ده. پېغمبر اکرم (ص) وويل: لقمان پېغمبر نه و؛ خو داسې يو بنده و، چې ډېره اندنه او غور يې كاوه او پر الله تعالی يې نږه ايمان درلود، الله تعالی پرې ګران و او هغه هم پر الله پاک ګران و او الله پاک حكمت وركړى و.

امام صادق (رح) وايي: لقمان؛ حکمت په كورنۍ او شتمنى لاس ته نه و راوړى؛ بلكې هغه يو تېزوينی، ماتمخی، حیاناک او زړه سواندى انسان و، كه د دوو تنو به ورانه وه؛ نو لقمان یې په منځ كې سوله كوله.

لقمان له خورا زياتو پوهانو سره ناسته پاسته درلوده، هغه تل له ځاني غوښتنو سره په مبارزه كې و. [18]

لقمان د ايوب عليه السلام خپلوان و، چې د حضرت داود پر مهال يې ژوند كاوه او اوږد عمر يې درلود؛ هغه د حكيم او حاكمېدو ترمنځ اختيارمن شو؛ خو حكمت يې غوره كړ.

 لقمان وپوښتل شو: څنګه دې مقام ته ورسېدې؟

 ويې ويل: امانت ساتنې، صداقت او د هغه څه په اړه چوپتيا، چې په ما پورې يې اړه نه درلوده[19].

كه څه الله تعالی لقمان ته اسماني كتاب ور نه كړ؛ خو حكمت يې وركړ.

 يوه ورځ د لقمان مولا ترې وغوښتل، چې د پسه د ښه غړي غوښه ورته راوړي.

 لقمان ژبه ورته راوړه، بله ورځ يې ورته وويل: د پسه د بدترین غړي غوښه راوړه. لقمان ورته بيا هم د پسه ژبه راوړه او همداچې مولا يې ددې كار په اړه وپوښت؛ نو ورته يې وويل: كه ژبه د حق پر لار روانه شي؛ نو تر ټولو غوره غړى دى؛ ګنې تر ټولو بد غړى دى[20].

متل دى: خپله ژبه هم كلا ده هم بلا.

 د لقمان ستريا ته همدا بس، چې د الله رسول او امامانو يې خلكو ته نصيحتونه نقل کړي دي.

د لقمان د نصایحو یوه څنډه

۱- كه په وړوكتوب كې دې ځان ادب كړ؛ نو په ځوانۍ كې به ترې ګټه واخلې.

۲- له ناغېړۍ لاس واخله، د عمر يوه برخه دې زده كړې ته تېره کړه او له ځيلي خلكو سره ويينه مه كوه.

 ۳- يوازې له الله ووېريږه او ورته هيلمن وسه او بايد په زړه کې له الله وېره او ورته هيله دې يو شان وي.

 ۴- له دنيا د يوه پله په توګه ګټه واخله او ډډه پرې و نه کړې او زړه هم پرې و نه تړې.

 ۵- پوه شه د قيامت پر ورځ د درېيو څيزونو په باب پوښتل كېږئ: ځواني دې په كومه لاره كې تېره كړه؟عمر دې په څه كې تېر كړ؟ شتمني دې له كومه كړې او په كومه دې لګولې ده.

۶- د خلكو مال ته سترګې مه خړوه او له ټولو خلكو سره په ښه خوى چلېږه.

۷- د سفر له ملګرو سره ډېره مشوره كوه او د خپل سفر توښه ورسره وويشه.

۸- كه مشوره درسره وشوه؛ نو خپله سوچه خواخوږي ورڅرګنده کړه او كه درنه مرسته او يا پور وغوښتل شو؛ نو ور يې كړه او تر ځان د مشر خبرې ته غوږ ږده.

۹- لمونځ دې په لومړي وخت كې وكړه او د ژوند په سختو شرايطو كې هم د جماعت لمونځ مه پرېږده[21].

۱۰- كه پر لمانځه وې؛ نو زړه دې وساته.

۱۱- كه پر خوړو وې؛ نو ستونی دې وساته.

۱۲- كه په خلكو كې وې؛ نو ژبه دې وساته.

۱۳- هېڅ كله الله تعالی او مرګ مه هېروه؛ خو له خلكو سره چې کومه ښېګڼه کوې یا نور چې بدي درسره وكړي؛ نو هېر يې كړه[22].

حكمت، معرفت، طاعت

حكمت يو ليد دى، چې د الهي معرفت تر سيوري لاندې منځ ته راځي او د هستۍ په خوالو كې په اندنې، حق ته په رسېدو، رڼا او تقوا لاس ته راوړل کېدای شي.

امام باقر (رح) وايي: حكمت هماغه پوهه، معرفت او د ژوند پېژندګلوي ده. هغه پوهه، چې انسان د الله تعالی بندګۍ ته رابولي او له سترو ګناهونو يې ژغوري. امام صادق (رح) ویلي: د الله تعالی عبادت، د حکمت زړه دی. [23]

 راغب ددې اصطلاح په مانا کې وايي: په علم او عقل، حق رسېدو ته حكمت وايي (مفردات). پېغمبر اکرم (ص) وايي: زه د حكمت كور او علي يى ور دى او څوك چې حكمت غواړي؛ نو له دې وره دې راننوځي. [24] په ډېرى روايتونو كې نبوي كورنۍ د حكمت دولس ورونه ښوول شوي دي. [25]

 

د حكمت ارزښت

د انبياوو يوه دنده د كتاب او حكمت ښوونه ده. ( وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ)[26]

 حكمت اسماني كتاب ته ورته دى او چاته چې حكمت وركړ شو؛ نو پوه دې شي، چې ډېر خېر وركړل شوى دى. (يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا=(د الله) چې چاته خوښه شي (او وړ يې وګڼي) پوهه او حكمت وركوي او چا ته چې پوهه وركړ شي؛ نو په حقيقت کې ستر خير يې وركړى دى)[27]

د روايتونو له مخې، حكمت يوه رڼا ده، چې په بدن كې ځای نیسي، چې نښې يې د انسان په خبرو او كړو وړو كې څرګندېږى. [28]

 حكمت هغه ليد او لیدانه – بصيرت دى، چې كه په بېوزلۍ كې وي؛ نو هغه به په ټولنه كې تر شتمنه محبوب كړي. كه په كوم كوشني كې وي؛ نو هغه به تر لويانو غوره او لوړ شي. [29]

 حكمت د مؤمن وركه ده. [30]

د حكمت لاس ته راوړو لپاره ډېره سپارښتنه شوې؛ لكه چې ويلي يي دي: مرغلره، چې په خورا سختۍ تر لاسه كوئ؛ نو حكمت هم لاس ته راوړئ، كه څه له دښمنه وي. [31]

 حكيم انسان سرسري او ژر تېرو مسئلو ته نه درېږي؛ بلكې ټول پام يې د كار پايلې او عاقبت ته وي. نه له ځانه پورته سره شخړه كوي او نه له ځانه پر لاندې تېرى كوي. بې پوهې خبره نه كوي، په خبره او عمل كې يې تناقص نه ليدل كېږي، الهي نعمتونه نه ضايع كوي او په باطلو پسې نه ځي، خلك پرې د ځان په څېر ګران دي او څه چې ځان ته غواړي؛ نو هماغه خلكو ته هم غواړي او هېڅكله خلك نه تېر باسي.

حكمت څنګه لاس ته راځي؟

حكمت هغه ډالۍ ده، چې الله تعالی يې خپلو مخلصينو ته وركوي. په راويتونو كې وايو: څوك چې څلوېښت ورځې په اخلاص كارونه وكړي؛ نو الله تعالی به يې له زړه څخه پر ژبې، د حكمت چينې جاري كړي. [32]

 او په بل حديث كې راغلي: څوك چې په دنيا كې زاهد وي او د دنيا ځلبل يې و نه غولوي؛ نو الله تعالی به حكمت ور پر برخه كړي. [33]

 د ژبې، نس او شهوت ساتنه، امانت ساتنه، تواضع او د بې ګټو چارو پرېښوول د حكمت د پيدايښت لارې دي[34].

 

د حكمت بېلګې

الله تعالی په اسراء سورت کې، له 22 نه تر38م آيته حکم كړى او په پاى كې وايي: دا اوامر او نواهي حكمتونه دي، چې الله دروحې كړې، چې دادي:

د الله پاك عبادت او له شركه لرې توب. له موروپلار سره نېكې په تيره، چې زاړه شي. په عزت ورسره خبرې کول، په مینه ورسره چلېدل او ورته د خير دعاوې. الهي حق، د الله اولياوو، مسافرو او فقيرانو ته ورکول. له بېځایه لګښت او اسرافه ځان ژغورل. په لګښت كې منځلاري. انسانان نه وژل. له نامشروع جنسي عمله ځان ساتل. د پلارمړي – يتيم پر مال ګېډه نه اچول. د خلكو د حق ادا كول او له ملنډو وهلو ځان ساتل. په هغه څه پسې نه تلل، چې خبر ترې نه يې. پر لار په كبر نه تلل او په پای كې وايي: ( ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ) دا سپارښتنې د الهي حكمت نښي دي.

﴿۱۳﴾ وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ= او هغه وخت (درياد كړه) چې لقمان خپل زوى ته په نصيحت كې وويل: ((يه زما زويکه! له الله سره سيال مه نيسه [؛ ځكه] چې شرك ستر ظلم دى.))

ټکي:

 د قرآن يوه نامه موعظه ده (قَدْ جَاءتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ)[35]. موعظه، حق ته د بلنې یوه لار ده او هیڅوک ترې مړه خوا نه دی، او په حدیثي ټولګو کې، د مواعظو ځانګړي څپرکي شته.

په یو شمېر روايتونو كې راغلي، چې پېغمبر اکرم (ص) به كله كله حضرت جبرايئل ته ويل: موعظه راته وكړه. [36]

 حضرت علي کرم الله وجهه به هم كله كله ځينو يارانو ته ويل: موعظه راته وكړئ. په اورېدو كې، چې كوم اغېز وي؛ په پوهېدو كې نشته.

 پېغامونه:

1- د اولاد روزنې طريقه دې له مشرانو زده كړو. (وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ)

2- چاته چې موعظه كوو؛ نو لومړى دې یې ذهن او حواس ځان ته رامات كړو (يَا بُنَيَّ)

3- موعظه دې د حكمت له مخې وي (وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ)

4- اولاد نصيحت ته اړتيا لري؛ نو له خپل اولاده مه غافلېږئ. (قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ)

5- تبليغ دې لومړى له خپلو خپلوانو پيل شي (قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ)

6- د اولاد سمه روزنه داسې كېداى شي، چې پر صميميت ورسره خبرې وشي. (وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ).

 7- پلار دنده لري خپل اولاد ته موعظه وكړي (قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ).

8- ځوان ته دې موعظه وشي او و دې نه ړتل شي (وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ).

9- موعظه دې له مينې او عاطفې سره وي (يَا بُنَيَّ)

10- د موعظې د اغېز يو شرط دا دى، چې مقابل لوري ته درناوى او ورته په درنه وګورو. (يَا بُنَيَّ)

11- موعظې ته آریزې چارې لومړيت لري (يَعِظُهُ. . . . لَا تُشْرِكْ)

12- توحید، د حکمت مهمترین اړخ دی. ( آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ. . . قَالَ. . . لَا تُشْرِكْ)

 13- شرك تر ټولو ستر خطر او آریز چار دی. الله تعالی ته ټوله دنيا ډېره وړه ده (مَتَاعُ الدُّنْيَا قَلِيلٌ)؛ خو شرك يو ستر ظلم دى (لَظُلْمٌ عَظِيمٌ)؛ يعنې كه څوک مشركېدو ته ټوله دنيا دركړي؛ نو بايد و يې نه منې. [37]

14- موعظه دې دليل او منطق ولري (لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ)

 

د شرك مانا

شرك پراخ مانا لري، چې تر ټولو ناوړه يې بوت نمانځنه ده او دا ډول شرك د فقهاوو د وينا له مخې، له دين ځنې د وتو لامل ګرځي.

 شرك نورې ماناوې هم لري؛ لكه بې له الله تعالی د بل چا لاروي او يا له ځاني غوښتنو لاروي، چې قرآن وايې: (وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ= او په رښتيا موږ په هر امت كې يو استازى لېږلى دى (چې ووايي) د ” الله ” عبادت وكړئ او له ” طاغوت ” نه ځان وژغورئ [38]) او په بل ځاى كې وايو: ( أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ= ايا له هغه خبر شوې، چې خپلې ځاني غوښتنې يې خپلې معبود ګرځولې؟!)[39]

 په قرآن كې له سلو زيات (دون الله) او (دونه) عبارت راغلى؛ يعنې بې له الله (د بل عبادت شرك دى) مؤمنان هم كه په ځينو ځايونو كې پر الهي حکم عمل و نه کړي او د الهي ښوونو پر ځاى نورې ښوونې غوره كړي؛ نو د توحيد له كړۍ به وتلي وي (وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلآ وَهُم مُّشْرِكُونَ= او ډېرى يې الله مني؛ خو ( په دې ډول چې) له هغه سره نور شريكوي.)[40]

يعنې ډېرى خلك مشرك هم دي او بې له الله تعالی پر بل ډډه وهي، چې دا ډول شرك په توره شپه كې پر توره ډبره د تور مېږي تر حركته هم نرى دى؛ نو ځكه شرك يوازې بوت نمانځنه نه؛ بلكې په هر واک، مقام، مال، سند او ټبر پورې تړاو، چې د الله تعالی پر لور نه وي، شرك دى.

د شرك اغېزې

1- د کړنو له منځه تلل.

2- خپګان او اندېښنه.

 3 – اړپېچ او درز.

4- د قيامت پر ورځ خواري او ذلت.

د کړنو له منځه تګ

شر ك د انسان ټولې ښې چارې له منځه وړي؛ لكه په ځنګل چې اور ولګي؛ نو پاڼې سوځوي.

 قرآن، پېغمبر اکرم (ص) ته وايي: (لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ = كه شرك دې وكړ؛ نو (ټول) كړه دې تباه كېږي. [41])

خپګان او اندېښنه

د مؤحد انسان موخه د الله تعالی خوښي ده، چې ډېر ژر راضي كېږي؛ خو هغه چې بې له الله تعالی د بل چا د راضي كولو په فكر كې وي؛ نو تل په خپګان او اندېښنه كې ډوب وي؛ ځكه خلك ډېر دي او هر يو ډول ډول غوښتنې لري. يوسف عليه السلام په زندان كې خپلو مشركو دوستانوته وويل: ( أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ= ايا خواره واره خدايان غوره دي که يو زورور ” الله “؟![42]

 قرآن وايي: هغه چې له الله بېل شي؛ نو مثال يې د هغه چا په څېر دى، چې له اسمانه راوغورځي او د ډول ډول مارغانو خوراك شي او د بدن هره ټوټه يى يوې خوا ته ګوزاره شي. (وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَاء فَتَخْطَفُهُ الطَّيْرُ أَوْ تَهْوِي بِهِ الرِّيحُ فِي مَكَانٍ سَحِيقٍ = له هغه سره څوك مه شريكوئ او څوك چې له “الله ” سره شريك ونيسي؛ نو داسې وګڼه، چې له اسمانه راولوېد او مرغان يې (په هوا کې) وتښتوي او يا باد يې په يوه لرې ځاى كې وغورځوي. [43]

هو! توحيد او د الله تعالی نږه عبادت يوه كلكه كلا ده، چې انسان له ضايع كېدو، پر هر چا زړه تړلو، له هر چا چورلېدو، له هر چا هيله درلودو، د هر چا له ستاينې، وېرې او غوړه مالۍ يې ساتي.

 په روايت كې راغلي: توحيد هغه مضبوطه كلا ده، چې كه څوك ورننووت؛ نو د الله تعالی له عذابه په امان كې شي. [44]

اړپیچ او درز

 په توحيدي ټولنه كې د هر څه چورلیځ، الله تعالی دى او الله دی، چې مشر، قانون او لار ټاكي او ټول پر همدې چورلیځ چورلي؛ خو په شرك ككړه ټولنه كې د ایکي يوه الله پر ځاى، طاغوتان، ډول ډول لارې او سليقې شتون لري، چې په خلكو كې درز اچوي.

 قرآن وايى: (وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ- مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ= او له مشركانو ځنې مه کېږئ؛ له (هغو) کسانو چې خپل دين يې ټوټه ټوټه كړى[45].

په قیامت کې خواري او ذلت

قرآن وايي: (وَلاَ تَجْعَلْ مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتُلْقَى فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَّدْحُورًا= او له الله سره بل معبود مه نيسه، چې په دوزخ كې به پړ شوى او(د الله له دره) شړل شوى وغورځول شې. [46]

 

د شرك نښې

د شرك يوه نښه د الهي قانون پر وړاندې پلمې راوړل دي.

 قرآن ځينو ته اشاره كړې، وايي:

۱- ايا كه پېغمبر قانون راووړ او له سليقو او ځاني غوښتنو سره مو سم نه و؛ نو كبر به وكړئ؟ ( أَفَكُلَّمَا جَاءكُمْ رَسُولٌ بِمَا لاَ تَهْوَى أَنفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ)[47]

۲- همدا چې د جهاد حکم راورسېد؛ نو ويل يې: ولې دې د جګړې او جهاد حکم راته وكړ؟( لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا الْقِتَالَ)[48]

۳-چې بني اسرائيلو ته خواړه راورسېدل، ويې ويل: ولې دا خواړه؟ ( لَن نَّصْبِرَ عَلَىَ طَعَامٍ وَاحِدٍ)[49]

۴- چې الله تعالی به كوم مثال راووړ؛ نو ويل يې: ولې دا مثال؟ (مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَـذَا مَثَلاً)[50]

 د شرك يوه بله نښه داده، چې د الله تعالی د حكم تر عملي كولو، كورنۍ او مقام لوړ او مستثناء وګڼو.

په توبه سورت 24 آيت كې راغلي: ((قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُواْ ان يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ= ووايه: ((كه تاسې ته خپل پلرونه، زامن، روڼه، مېرمنې، خپلوان، ګټلي مالونه او هغه سوداګري، چې پر ناچلېدو يې اندېښمنېږئ او د خوښې كورونه، تر الله او د هغه د پېغمبر او د هغه په لار كې تر جهاده ډېر ګران وي؛ نو د الله (د) امر (عملي كېدو) ته په تمه اوسئ او الله سرغړاندو ته سمه لار نه ښيي.))

نو الله تعالی په قرآن كې څلور ځل د توحيد ترڅنګ له والدينو سره احسان راوړى؛ خو كه موروپلار خپل اولاد بې له الله تعالی بل ته وبولي؛ نو اولاد دې په موروپلار پسې نه ورځي.

((وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ[51]= او موږ انسان ته سپارښتنه كړې، چې له خپل موروپلار سره نېكي وكړه او كه هغوى (مشركان وي او) هڅه وكړي، چې هغه څه راشريک کړې، چې ته يې زما د شريک په توګه نه پېژنې؛ نو اطاعت يې مه كوه، تاسې يوازې زما لوري ته راګرځئ؛ نو له خپلو كړنو به مو خبركړم.)

((وَإِن جَاهَدَاكَ عَلى أَن تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ=[52] او كه دا دواړه هڅه وكړي، چې داسې څه راشريك كړې، چې په اړه يې نه پوهېږې (بلكې پوهېږې چې باطل دى)؛ نو اطاعت يې مه كوه؛ خو په دنيا كې له دواړو سره غوره چلن كوه او د هغو كسانو د لارې لاروي وكړه، چې زما لوري ته راګرځېدلي، بيا تاسې ټول زما لوري ته راګرځئ؛ نو ستاسې دکړنو(له حقيقت او پايلو) به مو خبر كړم.))[53]

خلك ولې شرک كوي؟

خلك يا ځواک لاس ته راوړو لپاره په بل پسې ځي، چې قرآن وايې: ټول خلك ان د يوه مچ جوړولو ځواک نه لري. (لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ)[54]

يا يو كپ ډوډۍ ته په ده او هغه پسې ځي، چې قرآن وايې: (لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا)[55]

يا ستونزاوارۍ ته بې له الله تعالی د بل لمن نيسي، چې قرآن وايي: (فَلاَ يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنكُمْ)[56]

 يا عزت لاس ته راوړو لپاره بل ته خوله ورانوي (فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا)[57]

 او په يوه بل ځاى كې وايي: د الله پر ځاى چې په چا پسې ورځي؛ نو هغوى هم ستاسې په څېر بندګان دي. ( عباد امثالكم)[58]

 تاسې ولې غوره پنځګر پرېږدئ او نورو ته مخه كوئ؟! (أَتَدْعُونَ بَعْلًا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخَالِقِينَ)[59]

له شرك سره مبارزه

د ټولو پېغمبرانو لومړى پېغام او موخه له شرك سره مبارزه او د الله تعالی نږه عبادت ته رابلل دي. (وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ)[60]

 بې له شركه ټول ګناهونه بښل كېږي (إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ)[61]

 انبياوو دنده درلوده، چې په ډاګه له ټولو شركونو د برائت، کرکې او بېزارۍ اعلام وكړي. ((إِن نَّقُولُ إِلآ اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوَءٍ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللّهِ وَاشْهَدُواْ أَنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ= موږ ( ستا په اړه)يوازې وايو چې: ((زموږ ځينو خدايانو تا ته زيان رسولى ( اوعقل يې درنه وړې) دى.)) (هود) وويل: ((زه الله شاهد نيسم، تاسې هم شاهدان وسئ، چې له شرکي کړنو مو کرکجن يم[62].))

 كه يو چار په سلو كي نهه نوي الله تعالی ته وي او يو سلنه يې بې له الله بل چا ته وي؛ نو ټول چار دې پر سيند لاهو كړ. قرآن وايي: (وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا)[63]

 نه يوازې بوتان او طاغوتان له الله تعالی سره شريكول نه دي پكار؛ بلكې انبياء او اولياء هم له الله تعالی سره شريكول نه دي پكار.

 الله پاک، عيسى (ع) ته وايي: ايا تا خلكو ته ويلي، چې ما او مور مې له الله سره شريك كړئ؟((أَأَنتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَـهَيْنِ مِن دُونِ اللّهِ)

 الله پاک ته شريك ګڼل يوه لويه افترا، تور او ګناه ده. ((إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا))[64]

شرك دومره رټل شوى، چې الله تعالی وايي: ((پېغمبران او مؤمنان حق نه لري د مشركانو لپاره بښنه وغواړي؛ ان كه خپلوان يې هم وي)).

((مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى[65]= له پېغمبر او مؤمنانو سره دا وړ نه وه، چې مشركانو ته، که څه خپلوان يې وي (له الله) بښنه وغواړي))

اسلام په استدلال او سول/منطق له شرك سره مبارزه كوي، وايي: بې له الله بل چا څه پيدا كړي، چې تاسې زړه پرې تړلى دى؟ (مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ)[66]

مرګ او ژوند مو د چا په لاس كې دى؟

 عزت او ذلت مو د چا په لاس كې دى؟

هو! هغه الله پرېښوول، چې ځواک او ناپايه پوهه لري او په هغوى پسې تلل، چې له لاسه يې هېڅ نه كېږي، پر انسانيت تر ټولو ستر ظلم دى.

 له جماد، انسان او له عاجزه او بېوسي غوښتل، د هوښيار كار نه دى. په قران كې د تاريخ او كيسو راوړو يوه موخه هم د شرك د جرړو وچول دي.

﴿۱۴﴾ وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ= او موږ انسان ته د خپل مور و پلار په اړه سپارښتنه كړې ده، مور يې د كمزورۍ له پاسه د بلې كمزورۍ په حال كې په ګېډه كړ (د دوه ځانۍ پر مهال هر ورځ له نوي كړاو سره مخامخېده) او تر دوو كالو روسته يې له تي بېلول دي (هو! سپارښتنه مو ورته وكړه) چې زما او د خپل مور و پلار شكر پر ځاى كړه، چې (ستاسې د ټولو) راستنېدل زما پر لور دي.

ټكي:

 د ((وهن)) كلیمه د بدني کمزورۍ پر مانا ده؛ لكه چې د (توهين) كلیمه د شخصيت د کمزوري کولو پر مانا ده.

د احسان كړۍ تر انفاقه پراخه ده؛ په احسان كې هر ډول مينه او چوپړ رانغاړلېږي؛ خو معمولا انفاق مالي كارونو ته كارېږي.

 په قرآن كې له والدينو سره احسان، د توحيد ترڅنګ راغلى دی. (وَقَضَى رَبُّكَ أَلآ تَعْبُدُواْ إِلآ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا)[67]

 په دې آيت كې لومړى له والدينو سره پر احسان سپارښتنه شوې او بيا يې د مور د دوه ځانۍ/ اميندوارۍ پېر ته اشاره کړې، چې د انسان اخلاقي وجدان راوهڅوي او ورياد كړي، چې تېر وخت هېڅكله هېر نه کړې، چې مور يې په ګېډه ګرځولى، خپلې شيدې يې ورکړي او هوساينې ته يې پر ځان ژوند او خواړه تنګ كړي ول، چې هېڅ څوك چمتو نه ول، داسې زحمتونه ورته وګالي او داچې ډېرى وخت د مور حق لتاړل کېږي او يا داچې د مور حق تر پلار ډېر دى؛ نو الله تعالی د مور په باب ځانګرې سپارښتنه كړې ده.

موروپلار او اولاد، یو بل ته حقوق لري، په تېر آیت کې اولاد ته د پلار موعظه اوڅار شوه او په دې آیت کې د موروپلار په اړه د اولاد احسان او مننه.

 پېغامونه:

1- بايد حق خبره ومنل شي؛ كه د الله بنده (لقمان) كړې وي كه پخپله الله تعالی (وَصَّيْنَا).

2- هر انسان په هر مقام او په هرو شرايطو كې چې وي؛ نو د موروپلار حق يې پر غاړه وي. (وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ) د (الانسان) کلمه ټول خلك رانغاړي.

3- د والدينو درناوى يو انساني حق دى او يوازې اسلامي نه دى؛ ان د كافرو والدينو درناوى دې هم وشي. (وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ).

 4-هغه چې زيات زحمتونه ګاللي؛ نو نامه دې يې هم بېله ياده شي (بِوَالِدَيْهِ – أُمُّهُ).

5- عامو حکمونو ته دې استدلال هم عام وي. دلته د مور دوه ځاني راغلې، چې په ټولو انسانانو پورې اړه لري او هر انسان مور لري. (حَمَلَتْهُ أُمُّهُ)

6- په دې پلمه چې د مور دوه ځانې کېدل يوه طبيعي وګړنۍ مساله ده؛ نو كه ورسره دې له احسان كولو ډډه وكړه؛ نو دا سمه خبره نه ده، چې د مور دوه ځاني کېدنه طبيعي چار دى، موږ دنده لرو، خپلې مور ته په درنه سترګه وګورو او له زحمتونو يې مننه وكړو (حَمَلَتْهُ أُمُّهُ).

7- خپل تېر وخت راياد كړو، چې د شكر ايستنې روحيه مو را ژوندۍ شي (حَمَلَتْهُ أُمُّهُ).

8- د دوه ځانۍ او شيدو وركولو پېر له هغه عواملو دی چې، پر اولاد د مور حق رادبره کوي او دا پېر د اولاد شخصيت جوړونكى مهال دى. (حَمَلَتْهُ أُمُّهُ. . . وَفِصَالُه)

9- كړاى شو په دوو كالو كې ماشوم د مور له تي بيل كړو او واجبه نه ده، چې حتماً دې تر دوو كالو روسته له تي بېل شي. [د ((فصال)) کلمه د مور له تي د ماشوم بېلول دي. او (فِي عَامَيْنِ) راښيي چې د دوو کلونو په ترڅ کې هم ماشوم له تي غوڅولای شو، که څه غوره ده چې دوه کاله پوره شي]

10- د دندې په ترسره كولو كې زحمتونه ګالل، د حق د پيدايښت سرچينه ده او هغوى چې د بدن له کمزورۍ او ستومانۍ سره دنده پر غاړه اخلي؛ نو پر موږ يې حق لا نور هم زياتېږي. (وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ)

11- له موروپلاره مننه او په درناوي وركتل، الله تعالی ته په درنه سترګه كتل دي. (أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ) د الله تعالی تر شكر روسته له والدينو مننه مطرحېږي.

12- زموږ د ټولو ورتګ د الله تعالی پر لوري دی؛ نو والدينو ته په سپكه سترګه له كتو وډار شئ. (إِلَيَّ الْمَصِيرُ).

13- پر قیامت ایمان، د صالح عمل انګېزه او له دې ځنې له موروپلار سره احسان دی. ( إِلَيَّ الْمَصِيرُ)

14- د الله تعالی حق د والدينو تر حقه مخكې دی. (أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ) له موروپلار مننه مو د الله تعالی له مننې غافل نه كړي.

 اوس د آيت دوو پېغامونو ( له الله مننه او له والدينو سره احسان) ته لنډه كتنه لرو:

له مور و پلار سره احسان

په بقره سورت 83 آيت، په نساء سورت 36 آيت، انعام سورت 151 آيت او اسراء سورت 23 آيت كې له والدينو سره د احسان خبره راغلې ده؛ خو په لقمان سورت كې له والدينو سره احسان، د الهي وصيت په بڼه راغلی دى.

 د قرآن په ګڼو ځايونو كې له موروپلار سره احسان د الله تعالی له مننې سره يو ځاى راغلی او همداسې د مور کړاوونو ته هم پكې اشاره شوې ده.

د والدينو مقام دومره اوچت دى، چې په بل آيت كې وايي: كه والدينو دې كوښښ وكړ، چې تا شرك ته راواړوي؛ نو لاروي ترې مه كوه؛ خو بيا هم ورسره ښه چلن وكړئ؛ يعنې ان هغه مهال چې له والدينو لاروي هم بايد ونشي؛ نو پرېښوول يې نه دي پكار!

هو! د والدينو درناوى يو انسانى حق دى؛ نه لنډ مهالى.

 په روايتونو كې راغلي: له والدينو سره احسان په هر حال كې پکار دی؛ كه هغوى ښه وي كه بد، كه مړه وي كه ژوندي.

 وليدل شو، چې پېغمبر اکرم (ص) د خپل رضاعي رور په پرتله د خپلې رضاعي خور ډېر درناوى كاوه. ددې كار دليل ترې وپوښتل شو؟ پېغمبر اکرم (ص) وويل: ځكه دا خور د والدينو ډېر درناوى كوي. [68]

په قرآن كې وايو: يحيى (ع) او عيسى (ع) دواړو ته دنده وركړه شوې وه، چې د خپلو میندو درناوى وكړي. [69]

 پېغمبر اکرم (ص): په اول وخت كې تر لمونځ كولو روسته د موروپلار له درناوي بل غوره چار نشته. [70]

 په كربلا كې يو پلار شهيد شو او زوى يې د امام حسين مرستې ته راغى، امام حسين ورته وويل: ځه ولاړ شه!ځكه مور دې د مېړه داغ او غم ليدلى او ښايي ستا د شهادت غم ونشي زغملاى. ځوان ورته وويل: مور مې ډګر ته رالېږ لى يم. [71]

د الله شكر

الله تعالی زموږ له عبادت او شكره مړه خوا دی او قرآن هم څو ځل دې خبرې ته اشاره كړې، وايي: الله له تاسې مړه خوا دى. ((فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ- فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ-. [72]))

 هغه ته پاملرنه او توجه زموږ د عزت لامل دى؛ لكه څرنګه چې لمر موږ ته اړتيا نه لري او دا موږ يو چې كه كورونه مو مخ په لمر جوړ كړل؛ نو كور به مو رڼا وي.

 په قرآن كې الله تعالی انبياء ددې لپاره هم ستايلي، چې د شكر ايستنې روحيه يې درلوده؛ د بېلګې په توګه:

له نوح (ع) سره یې مېرمنې، زوى او خلكو بې وفايې وكړه؛ خو صبر یې وكړ او الله تعالی یې هم شكر ياد كړى او ورته يې شاكر ويلى دى. (كَانَ عَبْدًا شَكُورًا)[73]

 حال دا، الله تعالی څو وارې د خلكو له ناشكرۍ هم ګيله كړې؛ البته له الله تعالی دې د شكر توفيق وغواړو؛ لكه سليمان (ع) چې له الله تعالی وغوښتل: ((رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ))[74]

غالباً زموږ هغو نعمتونو ته پام وي، چې تل ورسره سرو كار لرو؛ خو له ډېری نعمتونو غافل او بې خبره يو؛ لكه څه چې له نیکونو او وراثت له لارې رارسېدلي دي؛ مانيز نعمتونه، ډول ډول بلاوې، چې هر شېبه رانه لرې كېږي، پر الله تعالی او پېغمبرانو يې ايمان، یا له كفر، فساد او ګناه كركه، چې الله تعالی هم په دې اړه په قرآن کې وايي: ((حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ. [75]))

 الهي شكر كله په ژبه وي، كله په عمل، په حديث كې راغلي: چې د الله له نعمتونو يو نعمت درياد شي؛ نو شكرانې ته يې سجده وكړئ، ان كه پر اس سپاره ياست او كه دا كار مو نشو كړاى؛ نو پر هماغه اس سجده وكړئ او كه دا كار مو هم نشو كړاى؛ نو خپل تندى پر خپل ورغوي ولګوئ او د الله شكر ادا كړئ. [76]

 

د عملي شكر بېلګې

 1- لمونځ، د الله تعالی د شكر غوره بېلګه ده.

 الله تعالی خپل استازي ته وايي: داچې كوثر او خورا خير مې دركړ؛ نو شكرانې ته يې لمونځ وكړه. (إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ، فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ)[77]

 2- روژه؛ لكه چې الهي پېغمبرانو، د الله تعالی د نعمتونو شكرانې ته روژې نيوې. [78]

3- د خلكو خدمت؛ قرآن وايي: كه يوه نالوستي د خط ليكلو غوښتنه وكړه؛ نو “نه” ورته مه كوئ او د خپل لوست په شكرانې کې، لیک ورته وليكئ (وَلاَ يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللّهُ)[79]

 دلته د لیک ليكل خلكوته يو ډول خدمت دى، چې د لوست يو ډول شكر ګنل كېږي.

4- قناعت؛ پېغمبر اکرم (ص) وويل: قانع وسه، چې له شكر كوونكيو وسې[80].

5- یتیم نوازي: الله پاک پېغمبر اکرم ته وايي: دا چې ته يتيم وې او موږ ” ماوا ” او پناه دركړه؛ نو شكرانې ته يې يتيم مه شړه (فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ)[81]

 6- له بېوزليو او بې برخو سره مرسته؛ الله تعالی پېغمبراکرم ته وايي: داچې اړمن وې او غني مو كړې؛ نو شكرانې ته يې، چي فقير درغى؛ نو مه يې شړه (وَأَمَّا السَّائِلَ فَلَا تَنْهَرْ)[82]

7- له خلكو مننه؛ الله پاک پېغمبراکرم ته وويل: د زكات وركوونكيو هڅونې ته پرې درود وايه؛ ځكه ستا درود یې د زړه ټكور دى. (وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ)[83]

له خلكو مننه، له الله تعالی مننه ده او په روايت كې راغلي: چا چې د مخلوق شكر ادا نه کړ؛ نو د الله تعالی شكر يې نه دى ادا كړى. [84]

 

ترخې او ناوړه پېښې هم شكر غواړي

قرآن وايي: ډېر څيزونه، چې نه مو دي خوښ؛ خو په حقيقت كې پر ګټه مو دي او ډېر داسې څېزونه دي، چې خوښ مو دي؛ خو ستاسې پر ضرر دي.

((كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ= د الله په لار کې د جهاد (او جګړې) امر درته شوى دى؛ خو ښه به يې نه ګڼئ، ډېر دي داسې څه چې خوښ مو نه وي، درته ښه وي؛ او يا مو چې څه خوښ وي؛ درته بد وي او الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ. [85]))

كه پوه شو؛ نو نور تر موږ ډېرى ستونزې لري.

كه پوه شو؛ نو ستونزې مو پام الله تعالی ته وراړوي.

كه پوه شو؛ نو ستونزې دي، چې غرور مو ماتوي.

كه پو شو؛ نو ستونزې دي، چې پام مو دردمنو ته هم وراړوي.

 كه پو شو؛ نو ستونزې دي، چې فكر مو دفاع، نوون او ابتكار ته وراړوي.

 كه پو شو؛ نو ستونزې دي، چې د پخوانيو نعمتونو ارزښت راښيي.

كه پو شو؛ نو ستونزې دي، چې د ګناهونو كفاره ده.

كه پو شو؛ نو ستونزې دي، چې په آخرت كې د ثواب لامل ګرځي.

 كه پو شو؛ نو ستونزې دي، چې قيامت رايادوي.

كه پو شو؛ نو په ستونزو كې انسان خپل صبر ازمېيي او دوستان پېژنداى شي.

كه پو شو، چې تردې ستره ستونزه راپېښداى شي؛ نو پوه به شو، چې دا دواړه غمونه هم پخپل ځاى كې ارزښت لري او خواږه دي.

د الله تعالی يو ولي ته وويل شول: د الله شكر پر ځاى كړه. ورته يې وويل: زه يې شكر نشم پر ځاى كولاى! خطاب ورغى: غوره او ښه شكر همدا دى، چې منښته وكړې، چې د شكر كولو وس يې نه لرم.

﴿۱۵﴾ وَإِن جَاهَدَاكَ عَلى أَن تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ= او كه دواړه هڅه وكړي، چې هغه څه راسره شريك كړې، چې په اړه يې نه پوهېږې (؛ بلكې پوهېږې، چې باطل دى)؛ نو مه يې منه؛ خو په دنيا كې ښه ګوزران ورسره کوه او د هغه په لارې پسې شه، چې زما لوري ته راګرځېدلی وي، بيا مو راستنېدل زما لوري ته دي؛ نو ستاسې د کړنو (له حقيقت او پايلو) به مو خبر كړم،

 ټكي:

په قرآن كې اطاعت درې ډوله دى.

1- له الله تعالی، پېغمبر او اولی الامره مطلق اطاعت. (أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ)[86]

2-له كافرانو، منافقانو، مفسدانو، ګناهګارانو او له ظالمانو مطلق اطاعت نه كول. (وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ)[87]( وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا)[88] (وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ) [89]

3- له والدينو مشروط اطاعت؛ يعنې كه ګټور او مباح حکم يې درته وكړ؛ نو و يې منه؛ خو كه بې له الله تعالی يې بل ته وربللې؛ نو مه يې منه.

 پېغامونه:

1- انسان په فطري توګه توحيد ته لېوال دى (جَاهَدَاكَ).

2- د ټولیزتوب او كلياتو ترڅنګ، جزئياتو ته مو هم پام وي. (جَاهَدَاكَ عَلى أَن تُشْرِكَ).

 له مور و پلاره د اطاعت ترڅنګ (وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ)، د والدينو احتمالي انحرافاتو ته دې هم پام وي (جَاهَدَاكَ عَلى أَن تُشْرِكَ).

3- شرك هېڅ ډول علمي او فلسفي بنسټ نه لري (لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا).

4- په پټو سترګو لاروي منع ده. (مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا)

5- د الله تعالی حق له ټولو حقونو، ان د مور و پلار تر حق مخكې دى (فَلَا تُطِعْهُمَا).

6-چې له چا بېلګه اخلو؛ نو بايد مناسبه بېلګه يې ځايناستې كړو (فَلَا تُطِعْهُمَا. . . وَاتَّبِعْ).

7- په انحرافي ځايونو كې له موروپلاره لاروي نه ده پكار؛ خو په عادي ژوند كې يې درناوى پكار دى. (فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا)

8- بې له دې چې د نامسلمانانو له فرهنګه لاروي وکړو، سوله ییز ژوند ورسره جایز دی. (فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا. . . مَعْرُوفًا)

9- ښې چارې دې په هېڅ حال كې پرې نه ښوول شي (فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا).

 10- د ژوند تر پايه دې د موروپلار درناوى وشي (ان كه موروپلار مشركان هم وي) (وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا).

11-رښتيني توبګاران او مؤمنان د بېلګه كېدو وړتيا لري. (وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ).

12- كله د عقېدې په ټاکنې او په كورنۍ کې د چلن ترمنځ توپير او بېلښت پكار دى؛ نو په دنيوي ژوند كې دې له والدينو سره وسو؛ خو لاروي دې له صالحانو وكړو (وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ).

13- پر معاد ايمان، د الله تعالی پر لار د انسان د اطاعت او د چارو د سمونې ضامن دی. (إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ)

14- قیامت په الهي محضر کې د انسانانو د حضور ډګر دی. (إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم)

﴿۱۶﴾ يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِن تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُن فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ= يه زما زويکه! كه د اوري (غوښتو) د دانې هومره (نېك یا بدعمل) وي او په كوم لوى ګټ (پرښه) يا د اسمانونو او ځمكې (په څنډه) كې (پټ) وي؛ نو الله يې (د قيامت پر ورځ د حساب لپاره) راباسي [ځكه]چې الله با خبر ژور ليدونكى دى.

 ټكى:

«ورى» يو بوټى دى، چې وړې او نرۍ دانې لري او څوك چې د كوم وړوكي څيز مثال راوړي؛ نو د وري د دانې نامه اخلي.

پېغامو نه:

1- د اولاد پام، د الله تعالی ځواک او پوهې ته وراړول د حكمت نښه ده. (آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ – يَا بُنَيَّ)

2- په موعظه كې دې هر سپارښت ته د مخاطب نامه تكرار شي؛ لكه په دې سورت كې د ” يَا بُنَيَّ ” او په مريم سورت ( 40 -45 آيتونو) كې د « يَا أَبَتِ » كلمو تكرارول.

3- په قيامت کې د کړنو په حضور د انسان ایمان، د ده د سمونې سرچينه ده. (إِن تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ- يَأْتِ بِهَا اللَّهُ)

4- د وري «خردل» كوچنى والى، د ډبرې «صخره» كلك والى، د اسمانونو او ځمكې «السموات، الارض» لرېتوب او ناپیدايي، د الله تعالی په علم او د عمل د احضار پر قدرت څه اغېز نه لري. (يَأْتِ بِهَا اللَّهُ)

5- په یوې ارزونې او پوره څارنه کې، باید ډېرو کوچنیو کارونو ته هم پاملرنه وشي. (مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ)

6- الله تعالی له هر څه خبر او پر ټولو لاسبری دى. (يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ)

 7- د انسان کړنې په دنيا كې له منځه نه ځي. (يَأْتِ بِهَا اللَّهُ)

8- د الله تعالی حساب دقيق دى؛ ځكه چې لطيف دى. (لَطِيفٌ خَبِيرٌ)

 

﴿۱۷﴾ يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ= يه زما زويکه! لمونځ کوه، پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او [په دې لار کې] هر کړاو زغمه، چې دا له مهمو او همتناکو چارو ځنې دي.

ټکي:

دلته له عزم مطلب یا د دې چارو پاى ته رسولو ته د الله تعالی پرېکنده اراده او هوډ دی او یا ددې چارو د کولو لپاره د انسان د ټینګ هوډ لزوم دی.

سره له دې چې په قرآن كې په 28 ځايونو كې د لمانځه ترڅنګ زكات راغلى؛ خو دلته د لمانځه ترڅنګ پر نېکيو امر او له بديو منع راغلى، ښايي دا هم دې ته وي، چې اولاد ته خطاب شوى او اولاد عموما دومره شتمني نه لري، چې زكات يې وركړي. (أَقِمِ الصَّلَاةَ. . . . أْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ)

 حضرت علي کرم الله وجهه وايي: پر نېکيو امر او له بديو د منع په لار كې چې كړېږئ؛ نو صبر كوئ. [90]

صبر کله د مصیبت له لامله وي (وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ) [91] کله د دندې په کولو کې، (وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ) او کله د ګناه پر په مقابل کې، لکه چې یوسف (ع) په زندان کې وویل: (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ = پالونکیه! زندان راته ترهغې ګناه غوره دی چې مې وربولي، تر دې چې ویې ویل: (إِنَّهُ مَنْ يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ)[92]

 پېغامونه:

1- د والدينو يوه دنده اولاد ته د لمانځه سپارښتنه ده. (يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ)

2-دنننی پاكوالی، له شركه لرېتوب او بيارغاونه په لمانځه پيل كړئ (لَا تُشْرِكْ – أَقِمِ الصَّلَاةَ).

3- خپل اولاد لمانځه ته په وربللو مؤمن وروزئ او پر نېکيو امر او له بديو د منع له لارې، ټولنې ته مسوولين وروزئ. (يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ)

4- پر نېكو امر او لمونځ كول يوازې په اسلام پورې اړوند نه دي ( له اسلام مخکې هم، لقمان د لمانځه سپارښتنه کړې ده)(يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ)

5- د خپل اولاد پوهه دومره زياته كړئ، چې نېکۍ او بدۍ وپېژني، چې پر نېکيو امر او له بديو منع وكړاى شي (يَا بُنَيَّ – وَأْمُرْ).

6- مبداء او معاد ته تر پام روسته، لمونځ ډېر مهم عمل دى. (أَقِمِ الصَّلَاةَ)

7- څوک چې په ټولنه کې «امر و نهې» کوي؛ نو هرومرو د خلکو له هوسونو سره لاس او ګرېوانېږې؛ نو باید په لمانځه ځانسازي وکړي او ځان په ایمان خړوب کړي. (أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ)

8- څوك چې په ټولنه كې پر نېکيو امر او له بديو منع كوي؛ نو د لمانځه له لارې دې ځان جوړ كړي او ځان دې د ايمان په اوبو خړوب كړي. (أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ)

9- خپل اولاد داسې وروزئ، چې تل پر نېکيو امر او له بديو منع وكړي. (وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ)

10- ښو ته بلل، تل له بدو تر منع مخكې دي. (وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ) او همدا چې په ټولنه کې مو ښو چارو ته وده وركړه؛ نو دا كار پخپله د ډېرو بدو چارو مخه نيسي.

11- په حق بهیر کې کېدل بسيا نه دي؛ بلكې نور هم حق ته راواړوئ (وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ)؛ لكه څنګه چې د عصر په سورت كې وايو: ( إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ)

12- دين او ښو چارو ته د خلكو په را اړولو او له بدو په منع كې دې له پراخه سينې كار واخلو (وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ) او چې له بديو منع کوو؛ نو دا كار له ډېرو پېغورونو سره يو ځاى دى، چې صبر راته پكار دى او هسې نه چې پر شا ولاړ شو.

13- په مصيبت كې دې له صبره كار واخستل شي. (وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ)[93]

 د دندې په سرته رسونه کې دې صبر وشي (وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ) او د ګناه پر وړاندې دې هم صبر وشي؛ لكه حضرت يوسف (ع) چې په زندان كې وويل: رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ) پالونکیه! زندان راته تر هغه ګناه ډېر غوره دی، چې ما پرې تورنوي او تردې چې و يې ويل: ((إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ [94]))

14- يو حكيم پلار، خپل اولاد ته د سختۍ او كړاو پر ور رسېدو راضي كېږي؛ خو خپل ښوونځي ته هېڅکله زيان نشي زغملاى، چې د فساد په باب چوپه خوله كېناستل دي: (وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ).

14- پر نېکيو امر او له بديو منع ډېره مهمه مسئاله ده، چې كه په دې لار كې انسان ته هر څه ورسي او صبر وكړي؛ نو ډېر ارزښت لري. ( إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ).

 دا چې په دې آيت كې لمونځ او پر نېکيو امر او له بديو منع ته اشاره شوې؛ نو موږ هم ورته يوه لنډه كتنه كړې ده.

د لمانځه انځور

لمونځ؛ له الله سره خورا ساده، ژوره او ښه اړيکه ده، چې په ټولو اديانو كې و. لمونځ يوازېنى عبادت دى، چې خوږ غږی مؤذن دې مسلمانان ورته راوبلي.

د لمانځه پر ارزښت به هله پوه شئ، چې ابراهيم (ع) په هغه وچه بې اوبو بېديا كې د خپلې مېرمنې او زوى د پرېښوولو موخه، لمونځ كول ښوولي دي؛ نه حج كول.

امام حسين د عاشورا پر ماسپښين، دوه ركعته لمانځه ته خپله سينه غشيو ته ونيوه.

 قرآن حضرت ابراهيم (ع) او حضرت اسمعيل (ع) ته حکم كوي، چې مسجدالحرام لمونځ كوونكيو ته چمتو او پاك كړي.

لمونځ دومره مهم دى، چې زكريا (ع)، حضرت بي بي مريم (س)، ابراهيم (ع) او اسمعيل (ع) د لمانځه د ځاى او جومات خادمان ول.

لمونځ د ټولو اعمالو د قبلېدو كونجي ده.

 حضرت علي (ک) خپل والي ته وايي: خپل غوره وخت دې لمانځه ته بېل كړه او پوه شه، چې ټولې چارې دې د لمانځه تر سيوري لاندې قبلېږي. [95]

لمونځ، د الله تعالی یاد دی او د الله تعالی په یاد زړونه ټکورېږي.

لمونځ د قرآن په ډېرو سورتونو کې له لوی سورت (بقره) نیولې تر کوچني (کوثر) پورې اوڅار/مطرح دی.

لمونځ په زېږنتون کې د زوکړې له وخته چې د نوزېږي په غوږونو کې اذان او اقامه وايي، تر مرګ روسته چې په مړیستون/ هدیره کې د مړي جنازه کېږي، څرک وهي.

لمونځ ځمکنیزو پېښو (لکه زلزلې او ډاروونکیو سیلیو) او هم اسماني پېښو ( د سپوږمۍ او لمر تندر نیونه) ته «نماز آیات» په نامه واجب شوی، ان د باران غوښتو لپاره د باران لمونځ راغلی دی.

لمونځ د انسان مخه نیسي چې منکرات او بدۍ ونه کړي. (عنکبوت/۴۵)

لمونځ ډېر کمالات لري چې یوه برخه یې دا ده:

په مسواک وهلو، اودس، غسل، د بدن او جامو په پاکوالي کې نظافت وینو.

په اذان کې، جرات زده کوو.

په ډګر کې شتون، په جوماتونو کې له جماعت لمانځه زده کوو.

د عادل امام جماعت په ټاکنې کې، عدالت ته پاملرنه یادوو.

هغوی چې د جماعت په لومړۍ لیکه کې درېږي، له دوی نه ارزښتونو او کمالاتو ته پاملرنه زده کوو.

 يهوديان يو لوري ته او مسيحيان بل لوري ته عبادت كوي. كعبه د مسلمانانو خپلواكه قبله كېږي، چې په جهت ګيرۍ درېځ نیونې او لوري كې يې خپلواکي خوندي شوى وي.

 په لمانځه كې به هله د نورو حقوقو ته ورسئ، چې كه د لمونځ كوونكي په بدن كي يو غصب شوی تار هم وي؛ نو لمونځ يې نه قبلېږي.

 په لمانځه كي به سياست ته د پام كولو لپاره هله ورسئ، چې په روايتونو كې راغلي: چا چې د اسلام پر اصولو ولاړه مشري نه وي منلي؛ نو لمونځ يې نه قبلېږي.

په لمانځه كې به روغتيايي پاملرنې او پېیون/نظم ته هله ورسئ، چې بايد د جماعت د لمانځه لیکې مو سمې وي او لمونځ په پاک ځای کې وشي.

په لمانځه كې الله تعالی ته توبه كېږي، معاد ته پام وراړوي (مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ)، د لارې ټاکنې ته پام ورګرځي (اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ)، د دوستانو ټاکنې ته پام ورګرځي (صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ)، له بېلاريو او پر قهر اخته شويو ډډه كول (غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ)، نبوت او د پېغمبر اکرم اهل بيتو ته پام وراړول كېږي. ( اللَّهُمَّ صَلِّ علَى مُحَمَّدٍ وعلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كما صَلَّيْتَ علَى إبْرَاهِيمَ وعلَى آلِ إبْرَاهِيمَ؛ ) ( السَّلامُ علينا وعلى عبادِ اللَّهِ الصَّالحينَ) لمونځ پاكو او روغتيايي خوړو ته ځانګړې پاملرنه لري، چې په حديث كې راغلي: كه چا شراب وڅښل؛ نو څلوېښت ورځې يې لمونځ قبول نه دى. په لمانځه كې ظاهري ښايست پام كولو ته به هله ورسئ، چې لمانځه ته ښايسته جامې او عطر استعمالول پکار دي او ان ښځى دې په لمانځه كې خپلې ګاڼې هم ولري. په كورني ژوند کې به د لمانځه اهميت ته هله ورسئ، چې په حديث كې راغلي: كه ښځه او مېړه سره وران شي او يا يو بل وځوروي او يو بل ته ورانه خوله وخوځى؛ نو د يوه به هم لمونځ قبول نه وي.

پر نېکيو امر او له بديو منع

«امر با المعروف»؛ يعنې پر نېکيو امر او «نهى عن المنكر»؛ يعنې له بدو منع.

 ددې دوو دندو سرته رسول په كوم ځانګړي عمر پورې اړه نه لري؛ ځكه لقمان حکيم خپل زوى ته وويل: (بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ)

 پر نېکيو امر له خپل دين سره د ميني نښه ده، له خلكو سره د مينې نښه ده، د ټولنې له روغتيا سره مينه ده، د بيان آزادۍ نښه ده، ديني غيرت دى، له خلكو سره د روښانه اړيکې نښه ده، د ويښ فطرت او عمومي څارنې نښه ده او راښيي، چې خلك تل په ډګر كې سوب دي.

پر نېکيو امر او له بديو منع د نېكانو د تشويق او هڅونې لامل ګرځي، ناپوهه پوهوي، له ناوړچاریو مخنيوى كوي او د ټولنيز انظباط لامل ګرځي.

قرآن وايي: تاسې غوره امت ياست؛ ځكه پر نېکيو امر او له بديو منع کوئ. [96]

يو عالم وايي: پر نېکيو امر او له بديو منع د ټولو په ګټه دى.

 په يوه حديث كې وايو: څوك چې د يوې بدۍ مخه ونه نيسي؛ نو مثال يې د هغه چا په څېر دی، چې يو ټپي يې پر سړك يوازې پرېښې وي. [97]

د داود (ع) او عيسى (ع) په څېر پېغمبرانو، پر هغوى لعنت وايه چې له بديو يې منع نه کوله. ((لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ. [98]))

د امام حسين پاڅون هم پر نېکيو امر او له بديو منع ته و. [99]

په يوه حديث كې راغلي: پر نېکيو امر او له بديو منع له لارې، ټول واجبات پر ځاى كېداى شي. [100]

 قرآن وايي: په هره ناسته كې چې الهي آيتونو ته سپکاوى كېږي؛ نو بهر ترې ووځئ، چې بحث بدل شي. [101]

انسان دې هم د زړه له كومې، د ګناه پر كېدو خپه وي او هم پر ژبه خلك له ګناه منع کړي او د قرآن او قانون په پلي کېدو يې مخه ونيسي.

 كه څوك مو ښه كار ته راوباله؛ نو د ښو چارو په ثواب كې یې ستاسې برخه شته؛ خو كه د فساد، خرافاتو او ګناه په مقابل کې چوپ شو؛ نو فساد به سوکه سوکه وده وكړي او پر ټولنه به مو مفسدان واكمن شي.

 د ګناه په مقابل کې چوپتيا به ددې لامل شي، چې ګناه په ټولنه كې عادي شي، ګنهګاران به جرات پيدا كړي، انسان پکې سخت زړی کېږي، شيطان به راضي او الله تعالی به غوسه شي.

پر نېکيو امر او له بديو منع د (الله) له لوري راسپارل شوې دنده ده او دا خبرې څه مانا نه لري، چې د نورو ګناه په موږ پورې څه اړه لري؟ د خلكو د آزادۍ مخه نه نيسو، زه وېرېږم، شرمېږم، په يو ګل نه پسرلى كېږي، يا ووايو: “عيسى به دين خود او موسى به دين خود”، هر څوك پخپل قبر كې سملي، چې نور شته؛ نو ماته څه اړتيا ده، پر دې كار به مې دوستان رانه خواره او خپه شي.

دا خبرې هېڅ كله ددې لامل نه ګرځي، چې زموږ له اوږو دا دنده راكوزه شي؛ البته ياد مو دي، چې پر نېکيو امر او له بديو منع دې پر پوهې، زړه سوي، د عقل له مخې او تر شوني بریده پټ وشي، پخپله دې يو چاته خبره وكړو يا چې پوه شو خبره مو اغېز نه لري؛ نو له نورو وغواړو، چې لارښوونه ورته وكړي، ان كه لنډ وخت ته هم د ګناه مخنيوى كړاى شو؛ نو بايد دا كار وكړو او كه په بيا بيا ويلو، د فساد مخه نيواى شو؛ نو بيا هم له مبارزې لاس وانخلو!

﴿۱۸﴾ وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ= او (په كبر) له خلكو مخ مه اړوه، په ځمكه كې خيالولى مه ځه [؛ ځكه] چې الله هېڅ مغرور وياړن نه خوښوي.

ټكي:

( تصعير) يو ډول رنځ دی، چې اوښ پرې اخته كېږي او څټ يې كږېږي.

 لقمان خپل زوى ته وايي: ته هم د تكبر له مخې د رنځور اوښ په څېر، له خلكو مخ مه اړوه.

((مترح)) د زياتې خوشحالۍ پر مانا دى، چې له زيات مال او مقامه راولاړيږي. ((مختال)) هغه چا ته ويل كېږي، چې د خيالاتو او توهماتو له مخې ځان له نورو غوره ګڼي او( فخور) د وياړن پر مانا دى.

 تكبر هم خلكو ته سپكاوى دى او هم په خلكو كې كينې راپاروي او زړې دنننۍ كينې راتازه كوي.

 په حديث كې راغلي: څوك چې په تكبر پر ځمكه ځي، ځمكه، پر ځمکه او ورلاندې ټول موجودات لعنت پرې وايي. [102]

 پېغامونه:

1- له خلكو سره که مسلمان وي یا نامسلمان، په پر ورين تندي چلن پكار دى. (وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ)

2- تكبر منع دى؛ ان په تګ كې. (وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا)

3- خلكو ته ووياست، چې الله تعالی پر نېکچاریو خوشحالېږي او پر ناوړچاریو خپه كېږي (إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ).

4- ځان پر وهمونو، جيګ رېبلو او خيال پلونو مه اخته کوئ (مُخْتَالٍ).

5- پر خلكو وياړ پلورنه مه كوئ. ( إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ)

 

تواضع

په دې آيت كې لقمان خپل زوى ته وايي: پر ځمكه پر كبر مه ځه. «وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا» د حکم په بڼه كې، د ښو بندګانو نښه عاجزانه چلن دى. په فرقان سورت کې د ښـو بندګانو لومړۍ نښه يې پر ځمکه عاجزانه تګ دى (وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا)[103]

 د لمانځه يوه خواله، الله تعالی ته تواضع ده، چې د خپل بدن تر ټولو لوړ ځاى ورته پر ځمكه ږدو.

كه څه تواضع له ټولو انسانانو سره پکار ده؛ خو له والدينو، ښووندانو او مؤمنانو په هکله ډېره پكار ده. له مؤمنانو سره په تواضع چلن، د ايمانوالو يوه ستره نښه ده. ( أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ)[104]

 سره له دې، چې مستكبرینو به له پېغمبرانو د نشتمنو د شړلو وړانديزونه کول؛ خو پېغمبرانو ورته ويل: موږ به هېڅ كله ورنه لرې نشو. ( مَا أَنَا بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُوا)[105]

 هو! انسان ته غرور څه پكار دى، چې له خاورې پيدا شوى او په راتلونكې كې به هم خاورو ته ورځي؟

ايا د انسان محدود علم په هېرېدو له منځه نه ځي؟

ايا د انسان. ښايست، ځواک، شهرت او شتمني له منځه نه ځي؟

 ايا انسان پخپله ټولنه كې بېوزلي او مرګ نه دى ليدلى؟

 نو له دې ټولو خبرو سره سره، كبر څه پكار دى؟

قرآن وايي: په تكبر پر لار مه ځئ، چې نه ځمكه څیرولای شې، سرغړونه مه کوئ، چې تر غرونو اوچتېدلای نه شئ. (وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْأَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا). [106]

 

د تواضع بېلګې

1- حضرت محمد (ص) به داسې كېناسته، چې له نورو يې هېڅكله ځان غوره نه باله او كه ناپېژندګلو به راغى؛ نو پوښتل يې، چې پېغمبر کوم یو دى. [107]

 2- چې خلك د خوړو چمتو كولو ته وتل؛ نو پېغمبر(ص) به هم يوه دنده پر غاړه اخسته او ويل يې چې د خسو راټولول پر ما. [108]

3- چې پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم به وليدل، تر ځينو لاندې فرش نشته؛ نو خپل څادر يې ورلاندې هوارو. [109]

 د ساده جامو اغوستل، پر لوڅه سپرلۍ سپرېدل، د شيدو رالوشل، له مريانو سره ناسته پاسته، پر ماشومانو سلام اچول، د جامو او بوټانو ګنډل، د خلكو د مشورې منل، په كور كې جارو وهل، له ټولو خلكو سره روغبړ او لاس ورکول او خلكو ته په درنه سترګه كتل، د حضرت محمد (ص) خوى او سيرت و. [110]

4- ځينو مسلمانانو د امام صادق (رح) درناوي ته حمام تش كړ؛ خو امام صادق اجازه ور نه کړه او و يې ويل: دې كار ته اړتيا نشته، د مؤمن ژوند ساده دى او تشريفاتو ته اړتيا نه لري. [111]

5- ډېر كوښښ وشو، چې د امام رضا (رح) دسترخوان له مريانو بېل كړي؛ خو امام ورسره ونه منله. [112]

6 -يو سړي، په حمام كي امام رضا (رح) و نه پېژنده او ترې يې وغوښتل، چې هغه كيسه كړي. امام رضا هم ورسره ومنله؛ خو چې سړي امام رضا وپېژند؛ نو بښنه يې وغوښته؛ خو امام رضا تسلي وركړه. [113]

7- د تواضع يوه نښه د وړانديز او نيوكو منل دي او په هغه ځاى كې كېناستل دي، چې له شانه يې ټيټ وي.

﴿۱۹﴾ وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ= (يه زويکه!) او په تګ كې دې منځلارى وسه او غږ دې رو كړه (او كله هم چغې مه وهه) [ځكه] چې له غږونو ډېر بد غږ د خرو غږ دى!

 

 ټكي:

امام حسن (رض) وايي: پر بېړه تګ د مؤمن ارزښت كموي[114].

په حديث كې راغلي: كه الله ته په وربللو كې، قرآن په جګ غږ ولوستل شي؛ نو پروا نه لري[115].

د لقمان په سپارښتنو كې نهه امره، درې منع او دې اوامرو او نواهیو ته اووه دليلونه راغلي دي.

نهه امرونه:

* له موروپلار سره نېكي.

* له الله تعالی او مورو پلاره مننه.

* له مورو پلار سره په پسته ژبه خبرې.

* د مومنانو او تائبانو د لارې لاروي.

* لمونځ كول.

* پر نېکيو امر.

* له بديو منع.

* په چلن كې منځلاري.

* خپل غږ ټيټ ساتل.

درې نواهي؛

 الف: له شركه ځان ژغورل.

 ب: له خلكو څخه مخ نه اړول.

 ج: پر لار پر كبر نه تلل.

 اووه دليلونه:

1- دا چې شكر ايستنه د انسان په خپله ګټه ده؛ نو باید منندوی وسئ. (وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ)

 2- داچې شرك يو ستر ظلم دى؛ نو شرك مه كوئ. (إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ)

3- داچې ټول الله تعالی ته ورستنېږو او ځواب به وركوو؛ نو د موروپلار درناوى دې وشي. ((إِلَيَّ الْمَصِيرُ)) ((إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ)).

4- داچې الله تعالی پر هر څه پوه دى؛ نو خپلو كړنو ته مو پام اوسه. (إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ)

 5- داچې صبر ارزښت لري؛ نو پراخه سينه ولرئ. (إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ)

 6- داچې كبرجن د الله تعالی ښه نه ايسي؛ نو لويي مه كوئ. ((إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ))

 7- داچې تر ټولو كركجن غږ د خره دى؛ نو تاسې هم خپل غږ مه او چتوئ. ((إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ)).

 پېغامونه:

1- اسلام يو هر اړخيز دين دى، چې ان پر لارې تګ ته هم کړلار لري. (وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ)

 2- په الهي دين كې ګروهه او اخلاق يوځاى نوموتي دي. (لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ. . . . وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ).

 3- منځلاري له افراط او تفريطه لرې كېدل او دروند تګ، د قرآن سپارښتنه ده (وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ).

 4- نه يوازې په تګ كې؛ بلكې په ټولو چارو كې منځلاري پكار ده (وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ).

5- خپل غږ دې جيګ نه کړو، بېځايه چغې دې نه وهو او په پسته ژبه دې له خلكو سره خبرې وكړو. (وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ)

6 – غږ لوړول او چغې وهل رټل شوى چار دى. (وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ)

﴿۲۰﴾ أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِيرٍ= ایا تاسې غور کړی نه دی، چې الله په اسمانونو او ځمكې كې ټول څيزونه دراېل كړي او خپل ښكاره او پټ [= توکيز او مانيز] نعمتونه يې پر تاسې (پراخ لورولي او) بشپړ كړي؟! خو ځينې خلك د الله په باب، بې له دې، چې كومه پوهه، لارښوونه او روڼ كتاب [ولري] ناندرۍ وهي.

 

ټکي:

((اسباغ)) پراخولو او غوړولو ته وايي.

په دې آيت کې دوه ډوله نعمتونو ته اشاره شوې؛ ظاهري نعمتونه؛ لکه: روغتيا، روزي، ښکلا.

 باطني نعمتونه؛ لکه: ايمان، معرفت، ډاډ، ښه خوى، غيبي مرستې، پوهه، فطرت، ولايت او. . . .

شونې ده، په آيت کې له پوهې مراد عقلي استدلال او له هدايته مراد، فطري ښيون او له کتابه مراد، الهي وحې وي، چې ځينې وګړي بې له دې چې د عقل، فطرت او وحې کوم لاسوند ولري، د الله تعالی په باب څرګندونې کوي.

 پېغامونه:

1- مخلوقاتو او زموږ په ژوند كې یې ونډې ته پام نه كول رټل شوى چار دى. (أَلَمْ تَرَوْا).

 2- مخلوقات موخه لري او د انسان ګټنې ته پيدا شوي دي. (سَخَّرَ لَكُم)

3- انسان، څه چې په ځمكه او اسمانونو كې دي، اېلولای شي. (سَخَّرَ لَكُم)

4 – د الله تعالی نعمتونه هم زيات دي (وَأَسْبَغَ) او هم د بندګانو په واک كې دي. (عَلَيْكُمْ) او هم ډول ډول دي (ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً)

5- انسان ته نه ښايي د الله تعالی باطني نعمتونه له پامه وغورځوي. (أَلَمْ تَرَوْا. . . . بَاطِنَةً)

6- سره له دې ټولو الهي نعمتونو، انسان بيا هم د الله تعالی په باب ناندرۍ كوي، چې دا د نعمتونو ناشكري ده (أَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ. . . . يُجَادِلُ فِي اللَّهِ).

7- سوليزه ويينه ګټوره ده. ( وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)[116] خو هغه ويينه، چې علمي او سوليز بنسټ و نه لري او د الله تعالی د لارښوونې پرخلاف او له كتابه یې مخالفه وي؛ نو ارزښت نه لري. (يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِير).

 8-په الهي نړۍ ليد كې عقل، فطرت او وحې، د پېژندګلو ډاډمنې سرچينې دي. (عِلْمٍ، هُدًى، كِتَابٍ، مُّنِير).

﴿۲۱﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ الشَّيْطَانُ يَدْعُوهُمْ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ= او چې کله دوی ته وويل شي: ((څه چې الله نازل كړي، لاروي يې وكړئ.)) وايي: ((نه؛ موږ یوازې د خپلو پلرونو پر لار چلېږو)) ايا كه څه شيطان يې د غرغنډه عذاب (اور) پر لور وربولي (بيا هم ورپسې ځي)؟!

 ټكى:

((قيل)) د كافرانو د سخت تعصب نښه ده؛ يعنې د حق هره خبره، چې د هر چا له لوري وي؛ نو دوى ورسره ځېل كوي، نه يې مني او له وياند سره كار نه لري. (قِيلَ لَهُمُ)

 پېغامونه:

1- د ناروا ويينې بېلګه؛ د پلار نيكه پر باطلو افكارو ټينګار دى. (يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ. . . قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا)

2- د وحې لاروي پكار ده. (اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ)

3- خپله غاړه خلاصه كړئ او بېلاري حق ته راوبلئ. (قِيلَ لَهُمُ)

4- انسان ته دوې لارې دي؛

ا لف: د الله لار (مَا أَنزَلَ اللَّهُ)

ب: د شيطان لار (الشَّيْطَانُ يَدْعُوهُمْ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ)

5- د پلار نيكه ګروهې د راتلونكي نسل په برخليك كې خورا ونډه لري (وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا)

6 – په پټو سترګو او تعصبي لاروي منع ده. (وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ) (د خپلولۍ ناروا تعصب، د حق منلو او اندیزې ودې په مقابل کې یو خنډ دی)

7- چاپېريال، ټولنه او تاريخ، د لارې په ټاکنه كې مهمه ونډه لري. (وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا) ( باید انسان د پوهې عقل او وحې په رڼا، حرکت وکړي، چې هر چېرې په چاپېریال، ټولنې او تاریخ کې له کاږه لیده ډډه وکړي)

8- په هره خبره کې آر، حق دی. ( نه قوم پالي، نژاد پالي، ژبپالي او د نیکونو ګروهې او چلن) (أَوَلَوْ كَانَ الشَّيْطَانُ)

9- شیطان تل انسان، باطلو ته بولي (كَانَ الشَّيْطَانُ يَدْعُوهُمْ)

10- بې له وحې نورې ټولې لارې بېلاري ده او دوزخ ته رسي (يَدْعُوهُمْ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ).

11- د پلار نيكونو د باطلو او ناروا افكارو د لاروۍ پايله دوزخ دى. (عَذَابِ السَّعِيرِ)

﴿۲۲﴾ وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ= او څوك چې ځان الله ته وسپاري او نېك وي؛ نو په حقيقت كې یې پر پخې کړۍ منګولې ټینګې كړې دي (او په ډاډمن لاسوند يې تكيه كړې ده) او د چارو پاى يوازې د الله لوري ته ده.

ټكي:

* په قرآن شريف كې ۱۴۰ ځل د “سلم” له جرړې کلمې کارېدلې، چې سلام، اسلام، او مسلم هم له دې مادې دي.

* په تېر آيت كې مو ولوستل، چې یو شمېر خلكو خپلو بېلاريو پلار نيكونو ته مخه كړې او زړه یې پرې تړلی دی او په دې آيت كې لولو، چې نېكان او پاك خلك پر الله تعالی زړه بايلي او هغه ته وراوړي.

* په تېر آيت كې وويل شول، چې شيطان مو دوزخ ته رابلي، چې په دې آيت كې د شيطان له وسوسو د خلاصون لار، الله تعالی ته ورتسليمېدل او نېکچاري ښوول شوي دي.

 4- بې له الله تعالی بل ته تسليمېدل مريينه او بنديتوب دی؛ خو الله تعالی ته تسليمېدل آزادي او وده ده؛ لكه چې قرآن وايې: ( فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُولَئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا[117]) آيا بې له الله په بل پسې ورځي؟ حال دا په ځمكه او اسمانونو كې ټول الله تعالی ته تسليم دي.

 الله تعالی، بشر ته د تسليميدو حکم كړى دى. ( فَلَهُ أَسْلِمُوا)[118]

 پېغمبر دې هم الله تعالی ته تسليم وي. ( أُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ)[119]

 او په دې آيت كې وايي: ((وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى)).

 په بل آيت كې راغلي ( مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُ أَجْرُهُ عِنْدَ رَبِّهِ[120]) هغه نېك انسان، چې په اخلاص الله ته ورتسليم شي؛ نو له الله سره تضميني انعام لري.

 او په يوه بل آيت كې راغلي: (وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ) او څوك به تر هغه غوره وي، چې الله ته ځان وسپاري. [121]

* انسان خپل خلاصون او بري ته پر ډول ډول رسيو منګولې لګوي. ځواک، شتمني، مقام، كورنۍ، دوست، نسب او. . .؛ خو دا ټولې رسۍ شلېدونې دي؛ خو څه چې پايښتې، تلپاتې او د خلاصون لامل دى، پر الهي رسۍ منګولې لګول دي؛ هغه ته تسليمېدل او د ښو كارونو کول دي.

6- په روايتونو كې راغلي د پېغمبر اکرم (ص) اهل بيت او ورسره مينه كلكه الهي رسۍ او عروة الوثقى دي. [122] ((العروة الوثقى المودة لآل محمد[123]))

 پېغامونه:

۱- الله تعالی ته غاړه ایښوونه د خوښې کار دی، زورزیاتی پکې نشته (وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ)

۲- الله تعالی ته تسليمېدل دې له عمل سره وي. (يُسْلِمْ. . . . وَهُوَ مُحْسِنٌ)

۳- يوازې نېکچاري بسيا نه ده؛ بلكې په عمل كې هم اخلاص پکار دى. (يُسْلِمْ وَجْهَهُ. . . . . . وَهُوَ مُحْسِنٌ)

۴- د خلكو پوهولو ته دې معنويات په محسوسو او ليدونكيو بېلګو بيان كړو. (عروة الوثقى) (نږه کړنې، له كلكې رسۍ سره تشبيه شوې دي).

 ۵- د معاد په پامنيوي دې، خپله لار وټاكو (وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ)

۶- پنځون/خلقت، ټول يوه لوري او يوې موخې ته روان دى (وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ)

﴿۲۳﴾ وَمَن كَفَرَ فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ= او څوك چې كافر شي؛ نو د ده كفر (منل) دې تا غمجن نه كړي (؛ ځكه) د دوی راتګ زموږ پر لور دى؛ نو موږ به يې کړنې (او شومې پايلې) په مخ کې ورکېدو[؛ ځكه] چې الله د سينو پر پټو خوالو ښه خبر دى.

﴿۲۴﴾ نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ إِلَى عَذَابٍ غَلِيظٍ= دوی له دنيوي گټو ډېر لږ برخمنوو، بيا يې یو سخت عذاب ته ورکاږو!

 ټكى:

 *په ۲۳ آيت كې پېغمبر اکرم (ص) ته وويل شول، چې د ځينو خلكو كفر ته مه خپه كېږه، چې دا خبره څو دليلونه لري؛

الف: هغوى دومره ارزښت نه لري، چې ورته خپه شې.

ب: پر کفر یې خپګان، تا له نورو كارونو باسي.

ج: كفر یې هېڅ زيان نشي دررسولاى.

د: حق ته دې بللي او غاړه دې پرې خلاصه كړې؛ نو خپګان څه ته؟

ه: داچې ټول كفار زموږ لوري ته راستنيږي او د تېښتې لار نه لري؛ نو د خپګان ځای نه دی.

* پر « مَرْجِعُهُمْ» کلمې د « إِلَيْنَا» له ورمخکې کېدنې ګټنه کېږي، چې یوازې هغه مرجع ده او له «مرجع» کلمې هم ګټنه کېږي چې مبداء هم هغه ده، ځکه «مرجع» یعنې هر څیز ته رجوع (ورستنېدا) چې په پیل کې و، سره دې « إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ» اسمیه جمله او د معاد د پریکنده توب نښه ده.

 پېغامونه:

۱- د بدو او ښو خلكو پرتلنه د پېژندګلو او ټاکنې يوه لار ده. (وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ. . . . وَمَن كَفَرَ).

 ۲- پېغمبر اکرم د ټولو خواخوږى و، ان د خپلو مخالفينو كفر به هم ځوراوه. (فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُ).

 ۳- انبياء الهي تسلۍ ته اړتيا لري (فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُ).

۴- د دیني مشرانو مسولیت، د خلکو ارشاد دی، نه د پایلې ترلاسه کول. ( وَمَن كَفَرَ فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُ)

۵- د خلكو كفر یې پر برخليك اغېزمن دى. (فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُ).

۶- كفار دې نه خوشحالېږي؛ ځكه ستنېدنه يې موږ ته ده. (إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ).

۷- یوازې الله تعالی د انسانانو مرجع او مبداء ده (إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ).

۸- دوه څيزه د سينې د پراخوالي او د نورو له بېلاریتوبه د مؤمنينو د خپګان د لرې كېدو لامل ګرځي:

(الف) د الله تعالی علم ته پاملرنه.

(ب) معاد ته پام (فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ. . . عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ).

 ۹- څه چې كرې هغه به رېبې. (فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا).

۱۰- الله پاک، زموږ په سینو کې په پرتو نیتونو او انګېزو پوهېږي او په قیامت کې یې رابرسیروي (فَنُنَبِّئُهُم. . . إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ)

۱۱- پر قيامت ايمان، د ډېرو ناروا ټينګارونو د مخنيوي لامل ګرځي. (فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا).

 ۱۲- دنيوي نعمتونه مو تېر نه باسي، چې د اخروي نعمتونو په پرتله ناڅيزه دي. (نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًا).

 ۱۳- د چارو ارزښت د دوی د عاقبت په پامنیوي وسنجوو. (نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ إِلَى عَذَابٍ غَلِيظٍ).

۱۴- نن كافران پخپله خوښه كفر ټاکي (وَمَن كَفَرَ)؛ خو د قيامت پر ورځ يې دوزخ ته ورتګ پخپله خوښه نه دى (نَضْطَرُّهُمْ).

۱۵ – توکیزه سوكالي، د نېكمرغۍ نښه نه ده. (نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ إِلَى عَذَابٍ غَلِيظٍ).

﴿۲۵﴾ وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ= او كه دوی پوښتې: ((اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي دي؟)) هرومرو به وايي: ((الله)). ووايه: ((الحمدالله: الله ته ستاینه ده (چې پخپله دادښت كوئ))) خو ډېر يې نه پوهېږي.

ټكى:

1-دې ته ورته نور تعبيرونه هم د عنكبوت سورت په ۶۱ او ۶۳ آیتونو او په زخرف سورت ٩ آيت كې راغلي، چې مشركان د الله تعالی له پنځګرۍ/ خالقيته منكر نه دي؛ بلكې ځکه كږلاري دي، چې بوتان يې له الله پاک سره شريك كړي دي. (مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى[124]). حال دا، په خپله يې هغوى (بو تان) له ډبرو او لرګيو توږلي وو.

2- امام باقر (رح) په دې آیت کې د مشرکانو ځواب د توحید د فطري توب نښه ګڼلې ده. [125]

پېغامونه

 1- د الله تعالی خالقيت له مشركانو هم پټ نه دى. (لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ).

 2- مشركان پر خپلو كږ لاريو ضمني منښته كوي. (وَلَئِن سَأَلْتَهُم. . لَيَقُولُنَّ اللَّهُ).

3- ټول الله تعالی پيدا كړي دي؛ نو ستاينه يوازې د هغه پكار ده (قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ).

 4- له الله تعالی مننه دې په ژبه راوړل شي. (قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ).

 5-معمولاً د مشركانو کږلاري د دوی له ناپوهۍ راولاړېږي (بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ).

﴿۲۶﴾ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ= په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي، د الله دي [؛ ځكه] چې يوازې الله موړ ستایل شوی دى.

پېغامونه

۱- الله تعالی، په پنځونه او سنبالنه کې چا ته اړمن نه دی (خَلَقَ السَّمَاوَاتِ. . . لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ. . . هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ)

۲-يوازې الله تعالی د مخلوقاتو پنځګر او څښتن دى. ( لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) او يوازې هغه دى، چې غني او ستايل شوى دى (إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ)

 ۳- په تېر آيت كې د الله پاک د ستاينې سپارښتنه دې ته نه ده شوې، چې الله تعالی ورته اړتيا لري (قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ).

﴿۲۷﴾ وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِن بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ= او كه په رښتینه کې د ځمكې ټولې ونې قلمونه او سمندر يې رنګ شي او بيا ددې سمندر له پاسه اووه نور سمندرونه هم ور يوځاى شي (دا ټول به پاى ته ورسي؛ خو) د الله (ښکارندې او) کلمات به (په ليكلو) پاى ته ونه رسي، په رښتيا الله بريمن حكيم دى.

 

ټكى:

* په كهف سورت ۱۰۹ آيت كې هم ګورو، چې وايي: ((قُل لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا= ووايه: ((كه سمندر(رونه) زما د پالونكي د( پنځول شويو او) كلیماتو (ليكلو) ته رنګ شي؛ نو زما د پالونكي د (پنځول شويو او) كلیماتو تر پاى ته رسېدو مخکې به سمندر(رونه) وچ شي، كه څه همدومره نور(سمندرونه هم) پرې ورزيات کړو.))

* كېداى شي له ((سبعة بحر)) مراد ډېروالى وي او دا عدد پخپله كومه ځانګړنه و نه لري؛ يعنې كه د ټولو سمندرونو اوبه سره يو ځاى شي؛ نو بيا هم الهي نعمتونه نشي ليكلاى.

 پېغامونه:

 ۱- د انبياوو ښوونځى، انسانان له ساده، محدودې او لنډې كتنې پرې کوي او په بې انتها پورې یې نښلوي (وَلَوْ أَنَّمَا. . مَّا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ).

۲-الهي كلمات بې شمېره دي. (أَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ)

 

كَلِمَاتُ اللَّهِ څه دي؟

1 -د الله تعالی نعمتونه؛ (قُل لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ)[126]

2 -الهي قوانین؛ (وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ- إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ)[127] (وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ)[128]

3 -د الله تعالی ځانګړي مخلوقات ( إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ)[129]

 4- هغه پېښې، چې انسان پرې ازميېلېږي (وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ)[130].

 5 – پر باطل د حق د بري اسباب (وَيُرِيدُ اللّهُ أَن يُحِقَّ الحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ)[131] ( وَيَمْحُ اللَّهُ الْبَاطِلَ وَيُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ)[132]

6 – الهي آيتونه؛ د حضرت مريم په باب لولو: ( وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا[133])

 له پورته ټولو مطلبونو جوتېږي، چې له ((كلمې)) مراد يوازې لفظ نه؛ بلكې مطلب ترې قوانین، مخلوقات، اراده او الهي پېرزوينې دي، چې په پنځون كې ځلېږي.

نو ځکه که ټولې ونې قلمونه او ټول سمندرونه رنګ شي، الهي کلمات لیکلای نشي؛ یعنې د الله تعالی ښکارندې، الهي پېرزوېنې او د تاریخ په پوړیو کې انسانانو او ټولو موجوداتو ته الهي شته قوانین، لیکلای نشي. [134]

له امام کاظم (رح) نه روايت دى: له الهي كلماتو مراد موږ يو، چې فضايل مو له شمېره وتلي دي[135].

هو! الهي اولياء، د الله تعالی له لوري موږ ته لورنوزلې دي او هره پېرزوینه او كمال، د دوی له لارې نورو ته رسي.

 ﴿۲۸﴾ مَّا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ إِلَّا كَنَفْسٍ وَاحِدَةٍ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ= ستاسې د ټولو پنځون او (بيا په قيامت كې دويم ځل ژوندي) راپاڅول خو (راته) د يوه تن (د پنځون او ژوندي راپاڅولو) په څېر دي، په رښتیا الله لیدونکی اورېدونكى دى.

ټكى:

په معاد كې د اړنګ-شك يو لامل، كله هم د وخت اوږدوالى ګنل كېږي، چې څنګه به مړي د دومره اوږدې مودې تر تېرېدو روسته راژوندي كېږي او كله هم پخپله مړي خلك په اړنګ كې اچوي، چې څنګه به رژېدلي او خپاره واره هډوكي، يو له بله د جلا كېدو وړ وي، چې كوم هډوكي د چا دي او كله دا خبره خلك په اړنګ كې اچوي، چې د قيامت پر ورځ تر راژوندي كېدو روسته به څنګه له انسان سره حساب كتاب كېږي او عملونه يې تلل كېږي؟

الله تعالی هم په دې آيت كې د ټولو خلكو ځوابونو ته لنډ ځواب وركړى او ويلي يې دي، چې ستاسې د ټولو پيدا كول ما ته د يو انسان د پيدا كولو په څېر دي او موده پكې هېڅ ونډه نه لري. هغه ستاسې ګونګوسى اوري، كړه وړه مو ګوري او له ټولو سره به حساب كتاب كوي.

پېغام:

 د الله تعالی په علم او قدرت كې كميت، څومره والی، جمعیت، موده، ځاى، پټ او ښكاره اغېز نه لري. (مَّا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ إِلَّا كَنَفْسٍ وَاحِدَةٍ).

﴿۲۹﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى وَأَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ= ايا نه ګورې، چې الله شپه په ورځ كې ورننباسي او ورځ (هم) په شپه كې ورننباسي او د لمر و سپوږمۍ (ګټې) يې اېل كړي، چې هر يو یې تر ټاكلي وخته چلېږي؟! او داچې څه كوئ، الله پرې ښه خبردى؟

 ټكي:

* د شپې او ورځې اوږدوالى، هغه هم سوکه سوکه، د هغه موجوداتو په روزنه کې خورا ونډه لري، چې تيارې يا رڼا ته زياته ارټيا لري.

* په دې آيت كې د شپې او ورځې لنډوالی او اوږدوالى او د لمر و سپوږمۍ په باب خبرې شوي دي او بيا يې ويلي: هر يو د ټاكلي وخت لپاره په حركت كې دي او بيا د آيت په پای كې وايې: ((او داچې څه كوئ، الله پرې خبردى))؛ يعنې د ټولې هستۍ موخه او د خلقت په نظام كې د ډول ډول بدلونونو لامل، د انسان كړه وړه دي؛ نو بايد داسې عمل وكړو، چې د الله تعالی رضا پكې وي.

* د قرآن ډېر پېغامونه يوازې پېغمبراکرم ته نه؛ بلكې ټولو خلكو ته دي؛ د بېلګې په توګه: پېغمبر اکرم ته وايي: ((وَقَضَى رَبُّكَ أَلآ تَعْبُدُواْ إِلآ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا= اوستا پالونكي پرېكړه كړې چې: بې له هغه بل مه لمانځئ، له (خپل) مور و پلار سره احسان وكړئ، كه له تا سره له هغو يو يا دواړه زړښت ته ورسي؛ نو ان “اوف “( هومره هم ورته) مه وايه (هېڅ ډول سپكاوى يې مه كوه “) او مه يې رټه او په درناوي پستې (ادبناكې او سنجول شوي) خبرې ورته وكړه. [136]

حال دا پوهېږو، پېغمبر اکرم (ص) په وړكتوب كې يتيم شوى و.

 په دې آيت كې، كه څه خطاب پېغمبر اکرم ته دى (أَلَمْ تَرَ)؛ خو د آيت په پاى كې راغلي، چې (أَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ) او راښيي، چې آيت ټولو خلكو ته دى.

 پېغامونه:

1-د شپې او ورځې اوږدېدل او لنډېدل تصادفي مه ګڼئ؛ بلكې دا يو الهي چار دى، چې په طرح او پلان سره سر ته رسي. (يُولِجُ)

2- لمر هم حركت لري. (الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي).

3- اجرام په ټاكل شوي وخت كې حركت كوي. (كُلٌّ يَجْرِي إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى)

4- د شپې او ورځې بدلونونه او د لمر و سپوږمۍ اېل د انسان ګټې ته دي. (أَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ)؛ نو ځكه د انسان كړه وړه دې هم ګټور او موخن وي.

﴿۳۰﴾ ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ= دا (ټول) پر دې دليل دى، چې همدا الله حق دى او بې له ده چې څه بلي (او لمانځي) باطل دي او دا چې الله ستر لوړ دى.

ټكى:

 1- په دې سورت كې له ۲۴ نه تر ۳۰ آيت پورې، د الله تعالی لس صفتونه بيان شوي دي؛ غني، حميد، عزيز، حكيم، سميع، بصير، خبير، حق، على او كبير او په هر يوه آيت كې یې يوه ټكي ته اشاره شوې ده؛ د بېلګې په توګه: په ۲۵ آيت كې د الله تعالی خالقيت اوڅار شوى دى ((خَلَقَ السَّمَاوَاتِ. . . .)) په۲۷ آيت كې الهي نعمتونو ته اشاره شوې (مَّا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ. . .) په مبداء او معاد كې د الله تعالی مطلق ځواک اوڅار شوى دى. ((مَّا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ.))

2- يوازې الله تعالی او څه یې چې له لوري او يا په هغه پورې اړه لري حق دي او بې له دې ټول باطل دي.

 پېغامونه:

1- په پنځون كې د الله تعالی د ټولو افعالو او صفتونو سرچينه، دهغه ثبات او پايښتي ده. ( ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ)

 2- د ټاکنې کچه حق او باطل دى؛ نه تقليد، تبليغ، تطميع او يا ګواښ (ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ الْبَاطِلُ).

 3- په حق ویلو كې دې پرېکنده ووسو او په دې آيت كې درې ځل د (أَنَّ) کلمه راغلې، چې د ټينګار نښه ده.

﴿۳۱﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ الْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِنِعْمَتِ اللَّهِ لِيُرِيَكُم مِّنْ آيَاتِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ= ايا نه وینې، چې بېړۍ په سمندر كې د الله د نعمت (په بركت) چلېږي، چې خپلې څه نښې دروښيي؟ بېشكه په دې (قدرت ښوونه) كې هر يوه ډېر زغمناک منندوى ته عبرتونه دي.

ټكي:

* په سمندر كې د بېړۍ حركت، د الهي نعمتونو د ټولګې پايله ده؛ لكه د باد حركت، مخصوص وزن، د اوبو د فشار قانون، چې د اجسامو د نه ډوبېدو لامل ګرځي. پردې سربېره، سمندرونه طبيعي، بې لګښته او عمومي لار ده، چې د ځمكې ټولې برخې يې سره ټرلي او نن سره له دې چې هوايي صنعت او بشر دومره پر مختګ كړى؛ خو بيا هم ډېری توکي د سمندر له لارې لېږدول كېږي.

* د قرآن په ډېرو ځايونو كې صبر او شكر يو د بل ترڅنګ راغلي او كېداى شي خواله يې دا وي: څه چې انسان ته پېښېږي يا به د انسان خوښېږي يا نه. كه پرې خوښ و؛ نو شكر دې وباسي، كه پرې خوښ نه شو؛ نو صبر دې وكړي؛ نو انسانان دې تل د شكر او صبر په حال كې وي، كه نه د نعمتونو ناشكري به يې كړې وي.

 پېغامونه:

۱-پر اسماني آيتونو سربېره دې، ځمكني آيتونو ته هم پام وشي. په تېر آيت كې اسمان، لمر و سپوږمۍ اوڅار شول او په دې آيت كې ځمكه، سمندر او بېړۍ (أَلَمْ تَرَ أَنَّ الْفُلْكَ).

 2- الله تعالی ته چې خلك وربلئ؛ نو تبليغ ته له طبيعي چارو او څه چې د انسان په شاوخوا كې دي، بېلګه ورته راوړئ. (أَلَمْ تَرَ أَنَّ الْفُلْكَ).

3- مخلوقاتو ته ساده مه وینئ (أَلَمْ تَرَ) ښکارندې الهي آيتونه دي. (لِيُرِيَكُم).

 4- په سمندر كې د بېړۍ د حركت خواله الهي نعمتونه دي. (تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِنِعْمَتِ اللَّهِ).

 5- كه وغواړو د الله تعالی پر ځواک او نښو ځان نور هم پوه كړو او زياته ګټنه ترې وکړو؛ نو صبر دې ولرو («صَبَّارٍ» یعنې ډېر صبر) او كوښښ وكړو، څه يې چې راكړي، ښه ګټه ترې واخلو او شكر وباسو. ( «شَكُورٍ» یعنې زیات شکر).

﴿۳۲﴾ وَإِذَا غَشِيَهُم مَّوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُورٍ= او چې کله دوی (د سمندر په سفر كې) د ورېځو په څېر یوه څپه رالاندې کړي (؛ نو) الله په اخلاص او نږه ګروهه بلي؛ خو چې وچې ته یې ورپورې باسو؛ نو څه لږ یې منځلاري پاتې شي (او پر خپل ايمان ټينګ درېږي؛ خو ځينې ايمان هېروي او د كفر لار خپلوي)؛ خو زموږ له آيتونو يوازې ټگيجن بې ژمني ډېر نامنندوی، منكرېږي.

ټكي:

1- ((ظلل)) د ((ظللة)) جمع ده، چې د تورو وريځو پر مانا ده، چې ډېرى هغه مهال كارېږي، چې موضوع يوه ناوړه خبره وي.

2- ((مُّقْتَصِدٌ)) په چارو كې د منځلارۍ او پر ژمنې د وفا پر مانا دى.

3- د ((خَتَّارٍ)) كلیمه د مبالغې صيغه ده، چې د ډېر تړون ماتي پر مانا ده؛ ځكه مشركان او ګنهګاران، چې په ستونزو كې راګېر شي؛ نو الله تعالی ته مخ وراړوى او ورسره ډول ډول ژمنې كوي؛ خو چې ستونزې يې هوارې شي؛ نو خپل تړون لتاړي، الله تعالی هم ورته ((خَتَّارٍ)) ويلي دي.

4- ځينې خلك تل پر الله تعالی ايمان لري؛ خو د ځينو خلكو ايمان يوې شېبې ته او لنډمهاله وي؛ يعنې هر وخت، چې توکيز اسباب او وسايل پرې بند شي؛ نو الله تعالی ته يې پام شي.

 پېغامونه:

 ا- نسان په فطري توګه الله پېژاندى دى؛ خو مادياتو يې پر سترګو پرده اچولې؛ خو پېښې او خطرونه دي، چې دا پرده څيروي. (غَشِيَهُم. . . . دَعَوُا اللَّهَ)

۲- له عادي څيزونو هيله پرې كول اخلاص ته د رسېدو يوه لار ده. (مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ).

 ۳- مادي سوكالي د غفلت لامل ده؛ خو خطرونه او پېښې، د انسان د غرور ماتېدو، توجه، تضرع، عاجزۍ او خلوص لامل ګرځي. (إِذَا غَشِيَهُم. . دَعَوُا اللَّهَ).

 ۴- د الله تعالی اولياوو ته غفلت عارضي دى. (إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُواْ فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ[137])؛ خو ځينو ته اخلاص عارضي دى. (إِذَا غَشِيَهُم. . . مُخْلِصِينَ).

۵- نږه دعا، د قبلېدو په درشل کې ده. (دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ. . . . نَجَّاهُمْ)

 ۶- انسان د ارادې او واك خاوند دى. (فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ). (ځینې له ستونزو تر خلاصېدو روسته پر حق لار پاتېږي؛ خو ځینې بېلاریتوب او شرک ته ورستنېږي او دا د بشر اختیار، ارادې آزادي ښيي)

 ۷- ايمان له منځلارۍ سره اړخ لګوي (ددې پرځاى چې ووايي: ( فمنهم مؤمن) ويلي يې دي: (فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ).

۸- تړون ماتول او ناشكري انسان كفر ته راكاږي. (وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُورٍ).

 

اخلاص

اخلاص هغه دى، چې يو كار نږه الله تعالی ته وي، تردې كه يو چار په سلو كې يو هم بې له الله تعالی بل څه ته وي؛ نو عبادت يې باطل او يا پكې ستونزه رامنځ ته كېږي.

كه لمانځه ته بې له الله تعالی بل ځاى وټاکو؛ مثلا په يوه داسې ځاى كې ودرېږو، چې خلك مو وويني، چې لمونځ كوو؛ نو لمونځ باطل دى او همداسې كه لمونځ په لومړي وخت كې دې ته وكړو، چې خلك راته ووايي، څومره ښه انسان دى، چې په اول وخت كې لمونځ كوي يا په لمانځه كې يو ځانګړى حالت دې ته ونيسو، چې خلك راته ووايي، چې څومره په تضرع لمونځ كوي، چې دا ټولې چارې باطلې دي.

 اخلاص هغه ته ويل كېږي، چې د يو چار كولو ته ځاني غوښتنې او سياسي ګټې په پام كې ونه نيول شي؛ بلكې انګېزه مو يوازې د الله تعالی حکم پلي كول او پر دنده عمل وي.

 په رښتيا، اخلاص ته بې له الهي مرستې څوك نشي رسېداى.

 

اخلاص ته د رسېدو لارې چارې

1- د الله تعالی ځواک او پوهې ته پام؛

كه پوه شو، چې ټول عزتونه، ځواکونه، رزق او روزي د الله تعالی په لاس كې دي؛ نو ددې څيزونو لاس ته راوړو ته به په نورو پسې نه ورځو.

 كه پام وكړو، چې ژوي د الله تعالی په اراده پيدا كېږي او هر څه له منځه ځي؛ يعنې كه پوه شو، چې الله تعالی د كجورې له وچې ونې حضرت مريم ته تازه كجورې وركړې او ابراهيم عليه السلام ته يې اور ګلبڼ كړ؛ نو بې له الله (ج) له به بل ته رجوع نه كوو.

په قرآن کې سلګونو آیتونو او داستانونو، خلک د الله پاک ځواک ښودنې ته وربللي چې شونې ده خلک له «غیرالله» لاس واخلي او سوچه، الله تعالی ته ورمخه کړي.

2- د اخلاص بركتونو ته پام

 مخلص انسان يوازې يوه موخه لري او هغه هم د الله تعالی رضا ده او د چاچې يوازېنۍ موخه د الله تعالی رضا وى؛ نو د نورو هڅونې ته اړتيا نه لري؛ له ملامتيا نه وېرېږي، له يوازېتوبه نه ډارېږي، پخپل تګ كې پر شا نه ځي، هېڅكله نه پښېمانېږي، د خلكو د نه پاملرنې له کبله كينه نه پيدا كوي، نهيلي يې زړه ته نه غورځېږي او د حق په اړه ډېرو او لږو ته نه ګوري.

 قرآن وايي: مخلص جنګيالي ډار نه لري، چي دښمن ووژني او كه د الله تعالی په لار كې شهيدان شي.

 امام حسين (رض)، چې د كربلا پر لور تله، و يې ويل: موږ كربلا ته ځو، كه شهيدان شو، كه بريالي، موخه مو د دندې سر ته رسول دي.

3- د الله تعالی پېرزوېنو ته پام

د الله پاک د پېرزوېنو رايادول هم انسان اخلاص ته رسوي.

له ياده مو و نه وځي، چې موږ خو نه وو؛ له خاورې او غذايي توکيو مو نطفه او څاڅکى جوړ شو او د مور په زيلانځ كې كېښوول شوه، په يو بل پسې يې د بشپړتيا پړاوونه تېر كړل، چې د انسان په بڼه شو او وزېږېدو. هغه مهال چې د انسان هېڅ هنر نه و زده او يوازې د مور تى روول يې زده وو؛ نو د مور شيدو ورته د بدن ټولې اړتياوې پوره كولې، د مور شيدې د مور له مينې سره يو ځاى وې او مور يې ۲۴ ساعته په چوپړ كې وه؛ نو آيا يو ويښ وجدان به دا اجازه وركړي، چې له دې ټولو نعمتونو سره سره؛ نورو ته تسليم شي؟

 ولې ځان پر هغوى وپلورو، چې نه پر موږ حق لري او نه يې راته كوم كار كړى وي؟

4- د الله تعالی غوښتنې ته پام.

 كه پوه شو، چې د خلكو زړونه، د الله تعالی په لاس كې دي او يوازې هغه “مقلب القلوب” دى؛ نو ټولې چارې به مو الله تعالی ته وي او چېرې چې د خلكو ملاتړ ته اړتيا لرو؛ نو له الله تعالی وغواړو، چې د خلكو په زړونو كې مو مينه واچوي.

ابراهيم عليه السلام د “حجاز” په ګرمو او سوځنده بېدياوو كې د كعبې دېوالونه وخېژول او له الله تعالی يې وغوښتل، چې د اولاد مينه يې د خلكو په زړه كې واچوي. زرګونه كلونه له دې كيسې تېرېږي او هر كال په ميليونونو ميينان ددې كور طواف ته ورځي.

 ډېر داسې دي، چې د خلكو راضى كولو ته پر ځانونو هر څه كوي؛ خو بيا هم پر خلكو نه وي ګران؛ خو داسې كسان هم شته، بې له دې، چې كوم مقام يا مادياتو ته يې سترګې خړې كړې وي؛ خو زړه يې پر الله تعالی بايللى او په اخلاص خپله دنده سر ته رسوي او همدا خلك دي، چې خلك ترې ډول ډول كرامتونه ويني او پر خلكو هم ګران وي؛ نو ځكه موخه دې د الله تعالی رضا وي او د خلكو رضا هم له الله تعالی وغواړو.

 5 – د كار پايښت ته پام

 كار چې الله تعالی ته وي؛ نو تلپاتې به وي؛ ځكه د الله تعالی رنګ يې اخستى دى او كه كار الله تعالی ته نه وي؛ نو د لګښت او مصرف نېټه به يې ډېر ژر پاى ته ورسي.

 قرآن وايي: ((مَا عِنْدَكُمْ يَنْفَدُ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ [138])) او هېڅ عاقل د «فاني» او «پاتې» تر منځ فاني نه ټاکي

٦-د انعامونو پرتلنه

د خلکو په انعامونو کې ډول ډول محدوديتونو وي؛ د بېلګې په توګه: که خلک وغواړي د يوه پېغمبر اجر او انعام ورکړي؛ نو ښه خوراک، څښاک او کور به ورکړي؛ خو دا ټول نعمتونه محدوديت لري او نا اهله وګړيو ته هم پيدا کېږي؛ نا اهلان هم کړاى شي، له غوره کور، جامو او ډوډۍ برخمن شي؛ خو که کار د الله تعالی لپاره وي؛ نو ناپايه مانيز او توکيز انعامونه ورته په تمه دي او که دلته هم لږ شانته اندنه وکړو؛ نو عقل مو اجازه نه راکوي، چې ناپايه نعمتونه پر محدودو بشري نعمتونو بدل کړو.

﴿۳۳﴾ يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا يَوْمًا لَّا يَجْزِي وَالِدٌ عَن وَلَدِهِ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَن وَالِدِهِ شَيْئًا إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ= خلكو! له خپل پالونكي او هغې ورځې ووېرېږئ، چې نه کوم پلار د خپل زوی د کړنو سزا پر غاړه اخستی شي او نه کوم زوی د خپل پلار د کړنو (د سزا) څه مخه نیولای شي. هو! د الله ژمنه رښتيا ده؛ نو دنيوي ژوند مو دوکه نه کړي او هسې نه چلي (شيطان) مو د الله (په كرم او بښنه) تېر باسي!

 ټکي:

 د ((لا يجزى)) عبارت د سزا، كيفر، كفايت او تكفل مانا وركوي، چې دلته ترې مراد كفايت او تكفل دى.

 ((غرور)) د مبالغې صيغه ده، چې د ډېر غولونكي په مانا ده، چې روښانه مصداق يې شيطان دى او هغه څيز يا كس ته ويل کېږي، چې انسان وغولوي.

 پېغامونه:

1-ټول دې د الله تعالی د احكامو له مخالفته ډډه وكړو او له هر ډول عقيدتي، اخلاقي او عملي كږلاريو ځان وژغورو. ( يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ)

2- هغې ورځې ته غوره توښه تقوا ده، چې زوى او پلار يو له بل سره هېڅ مرسته نشي كړاى. (اتَّقُوا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا يَوْمًا لَّا يَجْزِي وَالِدٌ).

 3- قيامت هرومرو راتلونكى دى؛ نوځكه همېشنۍ يادونه يې پكار ده. ( په آیت کې دوه ځل امر او دوه ځل نهې راغلې: «اتَّقُوا – اخْشَوْا – فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ – لَا يَغُرَّنَّكُم) »).

4- د قيامت ورځ يوه ستره ورځ ده. ( « يَوْمًا» کله په نکره او کله په تنوین راغلې، چې د عظمت او ستریا نښه ده) (وَاخْشَوْا يَوْمًا).

5- د قيامت پر ورځ به هر څوك د خپلو كړنو ځواب وركوي ا و د بل د كار زمه وار نه دی (لَّا يَجْزِي. . شَيْئًا).

6- غولوونكې دنيا او شيطان، انسان له قيامته غافلوي. (فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ).

7- په قيامت كې واسطه، تړاو، خپلوي، حسب او نسب نه چلي (لَّا يَجْزِي وَالِدٌ – وَلَا مَوْلُودٌ). ( دا چې پلار او اولاد یو د بل لاسنیوی نشي کړای، نور خو لا څه کوې!)

8- پر قيامت ګروهه ددې لامل ګرځي، چې انسان پر دنيا تېر نه وځي. (اخْشَوْا يَوْمًا. . وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ)

۹- شیطان په ځینې وختونو، ان په خورا سپېڅلیو چارو کې، د خلکو غولونې لپاره کار اخلي. (وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ)

قيامت؛ د يوازېتوب ورځ ده

الله تعالی حكيم دى او حكيم الله تعالی هېڅكله خپل جوړ كړي نه پوپناه کوي.

دنیا هغه کور دی چې خپل مهندس یې ورانوي؛ چې ښه كور پكې جوړ كړي. د روایاتو له مخې؛ مرګ د جامو بدلول، د كور بدلول او بشپړتيا، تکامل او ابدي ژوند ته سريزه ده او پردې سربېره د الله تعالی د عدالت غوښتنه ده، چې بايد قيامت راوړي.

 په دنيا كې ډېر داسې كسان وينو، چې د خپلو كړنو سزا ته نه رسي؛ نو ځكه یې عادل، الله تعالی په يوې بلې دنيا كې، د خپلو كړنو سزا ته رسوي. كه څه كله نا كله ګورو، چې ځينې په دې دنيا كې هم د خپلو كړنو سزا يا ثواب ته رسي؛ خو د حساب كتاب آریز ځاى قيامت دى؛ ځكه ډېر ثوابونه په دې دنيا كې نشي وركول كېداى؛ د ساري په ډول: څوك چې د الله تعالی په لار كې شهيد شوى وي؛ نو هغه خو نور په دنيا كې نه دى، چې ثواب يې ور و رسي او يا هغه چې ډېر كسان يې وژلي وي؛ نو په دې دنیا كې هغه يوازې د يو تن د بدل وركولو وس لري او له دې چې ورتېر شو؛ نو كه په دې دنيا كې يو مجرم وكړول شي يا پرعذاب شي؛ نو په شاوخوا كې بې ګناه خپلوان او يا كورنۍ هم ورسره ځورېږي؛ نو باید ثواب او عذاب په یوه داسې ځای کې وي چې نورو ته سرایت و نه کړي او ونه غځېږي.

 د مړيو د خورو شويو ذراتو راټولول هم كوم ناشونى چار نه دى؛ لکه څنګه چې منداڼو له مستو كوچ راباسي؛ نو الله تعالی هم د ځمكې په خوځېدو مړي راټولوي. ( إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا)[139]

 او ټول پوهېږو، چې موږ ټول له يوې ژوندینکې/ حجرې جوړ شوي يو او حجره هم له ځمكې، د غنم او نورو خوړو په بڼه، زموږ د مور و پلار وجود ته ورننووتې روسته څاڅکی او په پای کې یې پوره انساني بڼه خپله کړې ده؛ خو څه چې په دې آيت کې په ګوته شوي دادي، چې پلار خپل زوى ته هېڅ كار نشي كړاى او په قرآن كې ځينې نور آيتونه هم د قيامت په باب راغلي دي؛ لكه:

۱- پر هغه ورځ مال و اولاد د انسان پکار نه راځي(يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ)[140].

۲- پر هغه ورځ نږدې انډيوالان يو د بل پوښتنه نه كوي. ( وَلَا يَسْأَلُ حَمِيمٌ حَمِيمًا[141])

۳- پر هغه ورځ پښېماني او بښنه غوښتل ګټه نه لري (وَلَا يُؤْذَنُ لَهُمْ فَيَعْتَذِرُونَ)[142].

 ۴- پر هغه ورځ خپلوي او نسبونه پکار نه راځي. ( فَلَا أَنْسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍ [143]).

۵- پر هغه ورځ واسطې او سببونه له كاره غورځېږي. (وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ [144])

۶- هغه ورځ د انسان د غربت او يوازېتوب ورځ ده.

﴿۳۴﴾ إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ= په حقيقت كې (د قيامت) د نېټې معلومات يوازې له الله سره دی، او باران اوروي، او هغه څه هم ورمعلوم دي، چې (د ميندو) په زيلانځونو كې دي، او هېڅوك نه پوهېږي، چې سبا به څه ترلاسه كوي او هېڅوك نه پوهېږي، چې پر كومه ځمكه به مري؟ [ځکه] چې الله پوه باخبره دى.

ټكي:

*د قيامت او مرګ د وخت علم يوازې په الله تعالی پورې ځانګړى دى.

 كه انسانان وپوهېدل، چې مرګ يې لرې او قيامت دومره ژر راتلونكى نه دى؛ نو مغرور به شي او ځان به نور هم پر ګناه ككړ كړي او كه پوه شي، چې قيامت ژر راځي؛ نو وارخطا به شي او له هر څه به لاس ووینځي؛ نو ځكه موږ يي د خپلې مړينې او د قيامت د راتلو له وخته خبر نه يو؛ نو بايد تل تيارى ونيسو.

*په زيلانځ كې له ماشومه يوازې الله تعالی خبر دى؛ كه څه نن داسې ماشينونه او معاينې راوتلي، چې د ماشوم ښځه او نر معلومولاى شي؛ خو د الله تعالی علم ازلي او نامحدود دى او پردې سربيره، پر ((مَا فِي الْأَرْحَامِ)) پوهه يوازې د ښځې او نر معلومولو پوهه نه ده؛ بلكې د وړتیاوو، روحياتو او په سلګونو نورو څيزونو پوهه ده، چې انسان پرې نه پوهېږي.

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: الله مې د ارادو په ماتولو او د هوډونو په بدلولو وپېژانده. « عَرَفْتُ اللهَ سُبْحَانَهُ بِفَسْخِ الْعَزَائِمِ وَ حَلِّ الْعُقُودِ[145]»

حضرت علي تر پورتني آيت لاندې وايې: انسان، چې يو ګام اخلي؛ نو له خپل راتلونكې ګامه خبر نه دى. «من قدم الی قدم[146]»

 پېغامونه:

1- د بشر علم محدود دى او د الله تعالی له علم سره پرتلنوړ نه دى. (يَعْلَمُ. . . . تَدْرِي نَفْسٌ).

2- د چارو کړلار، تدبير او سمبالنه پكار ده؛ خو د انسان له ځواک پرته يو بل ستر ځواک هم شته، چې له سبا هم خبر دى؛ خو خپله انسان نه پوهېږي چې سبا به څه کېږي. (وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا)

 3- هېڅ څوك د خپل مرګ له ځاى او وخته خبر نه دى. (وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ). ( که په روایاتو کې لولو چې د الله پاک پلانی ولي د خپلې مړینې یا شهادت له ځای او وخت خبر و؛ نو دا پوهه، اګاهي او خبرتیا ورته الله تعالی ورکړې و، که نه په خپلواکیزه توګه هیڅوک خبر نه لري)

4- د كوډګرو او پالیانو پر خبره باور مه كوئ. (وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا).

5- انسان ته غرور څه پكار دى، چې نه له خپل مرګه خبر دى او نه له خپل سبا (وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ).

۶- باید انسان تل په ډګر کې حاضر وي او ځواب ویوونکی وسي (وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ)

پای

پالونکیه!

قرآن؛ زموږ رڼا، قانون، منطق، تعقل، اندنه، نصیحت، شفا، ډاډ، ټکور او ژغورندویه کړې.

آمین رب العالمین

[1] نمونه تفسیر، تر آیت لاندې

[2] (بقره/۲)

[3] (نمل/۲)

[4]. (عنبکوت/۶۹)

[5] المیزان تفسیر

[6] نمونه تفسیر

[7] (زخرف/٥٤)

[8] (شعراء٢٩)

[9] (نساء/٦٠)

[10] (طه/٨٥)

[11] احزاب/٦٧

[12] میزان الحکمه

[13] اعراف/۱۷۹

[14] (مؤمنون/١٤)

[15] د امام علي دیوان، ۲۰۴ مخ

[16] غرر الحکم، ۳۵۶۵

[17] (ابراهيم/٧)

[18] ( تفسير الميز ان)

[19] مجمع البيان تر پورتني آيت لاندې

[20] په تفسېر كشاف كې تر پورتني آيت لاندې

[21] په تفسير كنزالد قايق كې تر پورتني آيت لاندې

[22] ( په روح البیان تفسیر كې تر پورتني آيت لا ندې).

[23] ( امالي صدوق 287 مخ)

[24] ( العمده 295مخ)

[25] ( بحا ر، 23 ټو ك، 224 مخ)

[26] ( بقره، 129) ( ال عمران، 164) ( جمعه 2)

[27] ( بقره، 269)

[28] ( بحار، ۴۱ټ، ۳۱۶ مخ)

[29] ( بحار، ۶۷ ټ، ۴۵۸ مخ)

[30] ( نهج البلاغه، 80 حكمت)

[31] ( بحار، ۲ټ، ۱۹۷ او ۹۹ مخونه)

[32] ( جامع الاخبار صدوق 94 مخ)

[33] بحار، 73 ج، 48 مخ

[34] ( ميزان الحكمه)

[35] يو نس 57 آ يت

[36] (مواعظه صدوق، 94)

[37] ( نساْ – 77)

[38] ( النحل، 36)

[39] ( جاثيه، 23)

[40] يو سف، 106

[41] يوسف، 106

[42] (يوسف، 39 آ يت)

[43] حج _ 31

[44] ( بحا ر، 49 ج 127 مخ)

[45]. رو م، 31، 32

[46] ( اسرا/ 38)

[47] ( بقره/ 87)

[48] ( نسا/ 77)

[49] ( بقره 61)

[50] ( بقره، 26)

[51] (عنکبوت/8)

[52] (لقمان/15)

[53] ( عنكبوت، 8 او لفمان، 15)

[54] ( حج 73)

[55] ( عنكبوت، 17)

[56] ( اسرا/ 56)

[57] ( نسا ء/ 139)

[58] ( اعراف/ 194)

[59] ( صافات/ 135)

[60] ( نحل/ 36)

[61] ( نساء/ 48 او 16)

[62] ( هود/ 54)

[63] ( نساء/ 36)

[64] ( نساء/48)

[65] ( توبه / 13)

[66] ( فا طر- 40)

[67] ( اسراء- 23)

[68] ( كافى، ۲ټ، ۱۶۱ مخ)

[69] ( مريم 14 او 23 آ يتو نه)

[70] ( ميزان الحكمه)

[71] ( اعيان السعه ۱ټ، ۶۰۷ مخ)

[72] ( نمل، 40، لقمان، 12 او زمر 7)

[73] ( اسر اْ 3)

[74] ( نمل، 19)

[75] حجرات، 7

[76] ( كافى، باب الشكر 25 حديث)

[77] ( كوثر، 1- 2)

[78] ( وسائل، 1 ټ، 446 مخ)

[79] ( بقره، 282)

[80] ( مستدرك، 11ټ، 12676 حديث)

[81] ( ضحى، 9)

[82] ( ضحى 10)

[83] ( توبه 102)

[84] ( عيون الا خبار، 2 ټ، 24 مخ)

[85] ( بقره، 216)

[86] نسا ء- 59

[87] احزاب- 1

[88] انسان- 24

[89] اعراف- ۱۴۲

[90] (مجمع البيان تفسير)

[91] بقره/ ۱۵۵-۱۵۶

[92] (یوسف/ ۳۳/ ۹۰)

[93] ( بقره، 54، 100)

[94] يوسف/90

[95] ( نهج البلاغه، 252 حكمت)

[96] ( آ ل عمران- ۱۱۰)

[97] ( كنز العمال، 3 ټ، 17 مخ)

[98] ( مائده، 78)

[99] ( بحار، 44 ټ، 328 مخ)

[100] ( كا فى، 5ټ، 55 مخ)

[101] ( نسا ء- 140، او انعام 67)

[102] (نورالثقلين تفسير)

[103] ( فرقا ن، 63)

[104] ( مائده، 54)

[105] ( هود، ۲۹)

[106] ( اسراء/۳۷)

[107] (بحار، 47 ټ، 47 مخ)

[108] ( بحار، 47 ټ، سيره پېغمبر)

[109] ( بحار، 16 ټ، 235 مخ)

[110] ( بحار166 ټ 155 مخ) ( بحار، 73 ټ 258 مخ)

[111] ( بحار، 47 ج و47 مخ)

[112] ( كودك، فلسفى 2ټ، 457 مخ)

[113] ( بحار، 49 ټ، 99 مخ)

[114] وګ: ( تفسير نورالثقلين)

[115] ( تفسير نور الثقلين كې تر پورتني آيت لاندې)

[116] ( نمل، 125)

[117] ( ص، 14 آيت)

[118] ( حج، 34 آيت)

[119] ( انعام، 14)

[120] بقره/۱۱۲

[121] ( نساء، 125)

[122] ( بحار، 26 ټ، 260 مخ) ( بحار، 24 ټ، 85 مخ)

[123] (بحار٢٤/٨٥)

[124] – زمر/٣٨

[125] (نورا لثقلین تفسير) توحيد، صدوق: 330)

[126] ( كهف 109)

[127] ( صافات 171 – 172)

[128] ( شورى 21)

[129] نساء ۱۷۱

[130] بقره/۱‍۲۴

[131] ( انفال، 7)

[132] ( شورى، 24)

[133] (تحريم/١٢)

[134] نور الثقلین تفسیر

[135] ( تفسير نور الثقلين كې تر پورتني آيت لاندې)

[136] (ا سرا ء- 23)

[137] – اعراف/ 201

[138] ( نمل، 96)

[139] ( زلزال، ۱/۲)

[140] ( شعراء، 88)

[141] معارج/۱۰

[142] ( مرسلا ت 36)

[143] ( مؤمنون، 101)

[144] ( بقره – 166)

[145] نهج البلاغه، ۲۵۰ حکمت

[146] من لا یحضر: ا ټ، ۱۳۹ مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
​
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست