بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ السّجدة سورت سجده سورت دېرش (۳۰) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. دا له هغو ۲۹ سورتونو ځنې دی، چې پر مقطعه توریو پېلېږي او روسته ترې د قرآن نمانځنه شوې ده. دا له هغو څلورو سورتونو ځنې دی چې د واجبې او فرضي سجدې آیت پکې راغلی […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
السّجدة سورت
سجده سورت دېرش (۳۰) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.
دا له هغو ۲۹ سورتونو ځنې دی، چې پر مقطعه توریو پېلېږي او روسته ترې د قرآن نمانځنه شوې ده.
دا له هغو څلورو سورتونو ځنې دی چې د واجبې او فرضي سجدې آیت پکې راغلی دی. د هغه حدیث له مخې چې په مجمع البیان کې راغلی، رسول اکرم صلی الله علیه و آله هره شپه تر ویده کېدو مخکې دا سورت له ملک سورت سره یوځای تلاوت کاوه.
د مکي سورتونو په شان، په دې سورت کې هم د مبدا او معاد او د کافرانو د عاقبت په اړه پراخ مباحث راغلي چې په دې توګه د مؤمنانو د ایمان د پیاوړتیا او د دښمنانو د فشارونو پر وړاندې یې د ټینګښت لامل شي.
په ۱۵ ام آیت کې د شپې پر مهال چې خلک ویده وي، رکوع او سجده د رښتیني مؤمنانو یوه ځانګړنه یاده شوې او ددې آیت قرائت واجبه او فرضي سجده لري.
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورين الله په نامه
الم«1» تَنْزِیلُ الْکِتابِ لا رَیْبَ فِیهِ مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ«2»= الف، لام، ميم. په دې کې هېڅ شک نشته چې د كتاب (قرآن) لېږنه، د نړۍ د پالونکي له لوري ده.
ټکي:
* د مقطّعه توریو په اړه، د بقره سورت په پیل کې مو په تفصیل خبرې کړي؛ خو د ځینو روایاتو پر بنسټ، مقطعه توري له هغو متشابهاتو ځنې دي، چې علم یې له الله تعالی او د ده له اولیاوو سره دی. [1]
* پوښتنه : هغه شک، تردید، تور او دروغو ته په کتنې چې د قرآن مخالفینو به څرګندول او ځینې آیتونه هم اشاره ورته کوي، دا آیت څرنګه وايي : «لا رَیْبَ فِیهِ»؟
ځواب: دا آیت وايي: د قرآن په حقانیت او په احکامو او معارفو کې یې هېڅ شک او شبهه نشته، نه داچې چا یې په اړه شک او تردید نه وي کړی. نو د بقرې سورت په هماغه ۲۳ ام آیت کې وايي:
«وَ إِنْ کُنْتُمْ فِی رَیْبٍ مِمّا نَزَّلْنا عَلی عَبْدِنا فَأْتُوا بِسُورَهٍ مِنْ مِثْلِهِ» كه رښتيا وايئ (؛ نو لږ تر لږه) په څېر يې يو سورت راوړئ. د تفسیر فی ظلال القرآن د لیکوال په وینا:
«مصنوعي ګل، طبیعي ګل کېدلای نشي؛ ځکه طبیعي ګل پخپله د دې ګواه دی، چې د ده په طبیعي توب کې هېڅ شک نشته. »
* داچې قرآن د الله تعالی له لوري دی؛ نو په دې اړه قرآن څو څو ځل ټینګار کړی، چې له دې جملې ځنې: تَنْزِیلُ الْکِتابِ… مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ
إِنَّهُ لَتَنْزِیلُ رَبِّ الْعالَمِینَ[2]
«تَنْزِیلَ الْعَزِیزِ الرَّحِیمِ» [3]
«تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ»[4]
«تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ»[5]
«تَنْزِیلٌ مِنَ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ»[6]
«تَنْزِیلٌ مِنْ حَکِیمٍ حَمِیدٍ»[7]
«تَنْزِیلاً مِمَّنْ خَلَقَ الْأَرْضَ وَ السَّماواتِ الْعُلی»[8]
هو، قرآن، هغه نازل کړ، چې ټوله هستي له هغه ده، پر هر څه واکمني لري، عزیز، رحیم، حکیم، علیم او حمید دی .
پېغامونه:
1- قرآن د هماغه نزول په پېر کې د کتاب په بڼه شوی و. «تَنْزِیلُ الْکِتابِ»
2- د قرآن په حقّانیّت کې شک نشته؛ ځکه چې د نړۍ د پالونکي له لوري دی. «لا رَیْبَ فِیهِ مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ»
3- د الله تعالی ربوبیّت د ټینګ، مضبوط او نه زیانمنېدوني یو کتاب د لېږلو تقاضا کوي« تَنْزِیلُ… مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ»
4- د تشریع کتاب د تکوین له نظام سره همغږی دی . تَنْزِیلُ الْکِتابِ… مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ
5- د کتاب نزول د ودې او کمال لپاره دی، هغه هم د ټولې هستۍ وده او روزنه. «رَبِّ الْعالَمِینَ»
أَمْ یَقُولُونَ افْتَراهُ بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّکَ لِتُنْذِرَ قَوْماً ما أَتاهُمْ مِنْ نَذِیرٍ مِنْ قَبْلِکَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُونَ«3»=ايا (مشرکان) وايي: (((محمد صلی الله علیه و آله وسلم) دا په دروغو جوړ کړی؟)) [نه، داسې نه ده!] بلکې دا په رښتیا ستا د پالونكي له لوري دى، چې هغو خلكو ته خبردارى پرې وركړي، چې تر تا مخكې كوم ګواښګرندی نه و ورغلی، ښايي (پند واخلي او) سمه لار ومومي.
ټکي:
* «نَذِیرٍ» له «انذار» له اګاهۍ او پوهې سره یوځای ډارونې ته ویل کېږي، چې هماغه ګواښنه ده .
* پوښتنه: سره له دې چې قرآن وايي : «وَ إِنْ مِنْ أُمَّهٍ إِلاّ خَلا فِیها نَذِیرٌ»[9] یو امت هم بې پېغمبره نه وه، دا آیت څرنګه وايي چې: تر تا مخکې یو پېغمبر هم د مکې خلکو ته نه و ورغلې؟
ځواب:
- تر اسلام مخکې، د عربي ټاپووزمې وسېدونکي او د مکې خلک د یوه امت په توګه سره نه وه راټول شوي او خواره واره وسېدل .
- موخه دا ده چې تر تا مخکې داسې ستر پېغمبر نه و ورغلی، چې رسمي او علني بلنه ولري، نه داچې هېڅ ګواښګرندی نه وي ورغلی.
پېغامونه:
1- د دیني شبهاتو او باطلو خبرو رانقلول، د رد لپاره یې کوم ممانعت نه لري. «أَمْ یَقُولُونَ افْتَراهُ»
2- د قرآن دروغ ګڼل، د کفارو همېشنی دود او خصلت دی . «أَمْ یَقُولُونَ» خو تاسې حق ووایئ او له هدایته یې مه نهیلېږئ. «لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُونَ»
3- کفّار، منطق نه لري او یوازې تورونه لګوي . «افْتَراهُ»
4- د باطل د کمزورتیا لپاره، د باطل پالو د هڅو په مقابل کې، د حق او د حق د پلویانو ملاتړ دې وشي. «بَلْ هُوَ الْحَقُّ»
5- د حق سرچینه، الله تعالی دی . «الْحَقُّ مِنْ رَبِّکَ»
6- الله تعالی، پر رسول اکرم صلی الله علیه و آله ځانګړې لورنه لري. «رَبِّکَ»
7- د انبیاوو د بعثت آریزه موخه، د خلکو ګواښګرندي ده . «لِتُنْذِرَ»
8- د مبلغ لپاره د مخاطبانو له تېر سره آشنایي لازم ده . «لِتُنْذِرَ قَوْماً ما أَتاهُمْ مِنْ نَذِیرٍ مِنْ قَبْلِکَ»
9- ګواښګرندي د لارښونې لپاره ده . «لِتُنْذِرَ – لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُونَ»
10- کتاب و پېغمبر د انسان د هدایت لپاره بسیا نه دي، دا خپله انسان دی چې په ځان کې دې د هدایت استعداد او لاره هواره کړي او و یې ټاکي. «لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُونَ»
اَللّهُ الَّذِی خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ ما بَیْنَهُما فِی سِتَّهِ أَیّامٍ ثُمَّ اسْتَوی عَلَی الْعَرْشِ ما لَکُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِیٍّ وَ لا شَفِیعٍ أَ فَلا تَتَذَکَّرُونَ«4»=الله هغه (ذات) دى، چې اسمانونه او ځمكه او څه چې د دوی ترمنځ دي، په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل، بيا یې پر عرش (قدرت) استوا (ټېکاو) وکړ؛ تاسې ته بې له ده بل پالندوى او سپارښتګر نشته، ايا (غافل ياست او) پند نه اخلئ؟
ټکي:
* په عربۍ ژبه کې د «ورځې» لپاره دوه کلمې کارېږي: یو «نهار» او دویم «یوم». لومړی یې د شپې په مقابل کې د ورځې پر مانا او دویم د شپې او ورځې ټولګې او د شپو او ورځو دورې ته هم ویل کېږي.
* سره له دې چې الله تعالی کړای شو، ځمکه و اسمان په یوه شېبه کې هم پيدا کړي؛ خو اراده یې کړې چې د ژویو پنځون یا د موجوداتو خلقت دې په تدریجي توګه ترسره شي. دا آیت وايي: د اسمانونو او ځمکې پنځون په شپږو ورځو کې شوی دی.
پېغامونه:
1- د شرک منځه وړنې لپاره، د الله تعالی د ناپایه ځواک او اسمانونو او ځمکې د پنځون په اړه دې خبرې وشي. «خَلَقَ – اِسْتَوی – ما لَکُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِیٍّ»
2- د هستۍ پنځون او سنبالنه یو له بله بېل نه دي. «خَلَقَ – اِسْتَوی»
3- عرش، د جهان د سنبالنې او تدبیر مرکز دی . «اسْتَوی عَلَی الْعَرْشِ»
4- د ګواښګرندۍ له لارو دا دي چې مادي او غیرې الهي زړه تړنې بې اغېزې او تشمنځې معرفي شي. «لِتُنْذِرَ… ما لَکُمْ مِنْ دُونِهِ»
5- د ګواښګرندۍ یوه لار، د نعمتونو یادول دي. « خَلَقَ… أَ فَلا تَتَذَکَّرُونَ »
6- انسان په خپل فطرت کې حقایق مومي؛ خو په وریادونې سره یې غفلت هم باید وڅنډل شي. «تَتَذَکَّرُونَ»
یُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّماءِ إِلَی الْأَرْضِ ثُمَّ یَعْرُجُ إِلَیْهِ فِی یَوْمٍ کانَ مِقْدارُهُ أَلْفَ سَنَهٍ مِمّا تَعُدُّونَ«5»= (د نړۍ) چارې له اسمانه (نيولې) تر ځمكې سمبالوي، بيا (یې پايله او ګزارش) په يوې داسې ورځ د ده لوري ته ورخېژي، چې اندازه يې ستاسې (خلكو) د شمېر له مخې زر كاله ده (او دنیا پای مومي).
ټکي:
* پوښتنه: د معارج سورت په ۴ ام آیت کې لولو: « پرښتې او روح [= د الله مقربه پرښته] پر هغه ورځ ورخېژي، چې د پنځوس زرو (۵۰، ۰۰۰) كالو هومره ده. » په دې آیت کې وايي: دهغې ورځې اندازه زر کاله ده؟
ځواب: الف: په یوه حدیث کې لولو: قیامت پنځوس موقفونه (تمځایونه) لري او هر موقف (تمځای) یې د زرو دنیوي کلونو هومره دی او تر بحث لاندې آیت هم یوازې یو موقف ته اشاره لري. [10] ب: دا آیت، د «امر» د عروج او ورختو په اړه دی او هغه آیت، د ملایکو عروج او ورختل وايي، ښايي د امر عروج پر هغه ورځ وي چې زر کاله وي او قیامت نه وي؛ خو د پرښتو عروج د قیامت پر ورځ وي چې پنځوس زره کاله ده
پېغامونه:
1- آسمان د ځمکې د سنبالنې مرکز دی، کړلارې له هغه ځایه نازلېږي او بېرته ورخېژي. « یُدَبِّرُ الْأَمْرَ… یَعْرُجُ إِلَیْهِ»
2- په ربوبیت کې توحید، په خالقیت کې له توحید څخه بیل نه دی . «خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ – یُدَبِّرُ الْأَمْرَ»
3- الهي تدبیر همېشنی دی، نه مقطعي او لنډمهال. «یُدَبِّرُ الْأَمْرَ»
4- لکه څرنګه چې په پنځون کې هر څه د هغه او د هغه پر لوري دي، «إِنّا لِلّهِ وَ إِنّا إِلَیْهِ راجِعُونَ» د چارو تدبیر هم د هغه او د هغه پر لوري دي. «مِنَ السَّماءِ – ثُمَّ یَعْرُجُ»
ذلِکَ عالِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهادَهِ الْعَزِیزُ الرَّحِیمُ«6»=همدا له پټ و څرګند خبر دى (او) ځواکمن لورین دى.
اَلَّذِی أَحْسَنَ کُلَّ شَیْءٍ خَلَقَهُ وَ بَدَأَ خَلْقَ الْإِنْسانِ مِنْ طِینٍ«7»=هماغه، چې څه يې پيدا كړي (خو) ډېر ښه يې جوړ کړي او د انسان (= آدم) پنځونه يې له خټې پيل كړه.
ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِنْ سُلالَهٍ مِنْ ماءٍ مَهِینٍ«8»=بيا يې د ده د ځوځات (لړۍ) د ناڅيزه او بې ارزښته اوبو له نچوړه وغځوله.
ثُمَّ سَوّاهُ وَ نَفَخَ فِیهِ مِنْ رُوحِهِ وَ جَعَلَ لَکُمُ السَّمْعَ وَ الْأَبْصارَ وَ الْأَفْئِدَهَ قَلِیلاً ما تَشْکُرُونَ«9»=بيا يې [جوړښت] ورسم كړ او له خپل روح نه يې پكې پو كړ او تاسې ته يې د اورېدو او لیدو (وس) او (د فکر کولو) زړونه دركړل؛ خو (د نعمتونو یې) ډېر لږ شكر وباسئ.
ټکي:
* د «سوی» کلمه له «تسواه» ځنې د تعادل، انډول او تناسب رادبره کولو په مانا او له هر راز افراط او تفریط څخه لرې والی دی.
* د هستۍ حقایق راته دوه ډوله دي: پیدا و نا پیدا؛ خو الله تعالی ته څه غایب او پټ نه دي.
پېغامونه:
1- پر هستۍ واکمن قوانین د الله تعالی د ناپایه پوهې پر بنسټ دي. « یُدَبِّرُ الْأَمْرَ… عالِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهادَهِ » (هو، د هرې ټولګې تدبیر او اراده د هغه پوهې ته اړتیا لري.)
2- الهي پوهې ته پیدا او پټ یو شان دي. «عالِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهادَهِ»
3- الهي ځواک له لورنې سره یوځای دی. «الْعَزِیزُ الرَّحِیمُ»
4- ټول پیدا شوي ښه دي. «أَحْسَنَ کُلَّ شَیْءٍ خَلَقَهُ» (ان د مار په بدن کې زهر هم یو ارزښت دی؛ لکه د انسان په خوله کې چې توکاڼې یو نعمت دی؛ خو که دا اوبه راووځي او پر یوه څه ولوېږي؛ نو سپکاوی دی)
5-هر څه الله تعالی پیدا کړي دي . «کُلَّ شَیْءٍ خَلَقَهُ»
6- د ټولې هستۍ په څنګ کې د انسان بېله یادونه، د انسان د ځانګړي ارزښت او اهمیت نښه ده. «کُلَّ شَیْءٍ خَلَقَهُ – خَلْقَ الْإِنْسانِ»
7- څه چې څاڅکی کېږي، یوازې یوه حجره/ ژوندینکه او سپرم دی . «سُلالَهٍ مِنْ ماءٍ»
8-هنرمند، خو الله تعالی دی چې د یوه ناڅیز او پرېوتې اوبو له څاڅکي یو ارزښتمن او شریف موجود جوړوي. خَلْقَ… مِنْ ماءٍ مَهِینٍ
9- د حضرت آدم پنځون د بني آدم له پنځون سره توپیر لري. «بَدَأَ خَلْقَ الْإِنْسانِ مِنْ طِینٍ ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِنْ سُلالَهٍ مِنْ ماءٍ مَهِینٍ» (د حضرت آدم پنځون له خاورې و؛ خو ځوځات یې له څاڅکي او اوبو وپنځول شو.)
10- د الهي کمالاتو ترلاسه کول، چمتووالي، انډول او تعادل ته اړتیا لري. (لومړی د اندامونو انډولول، بیا پکې د الهي روح پوه کېدل) «ثُمَّ سَوّاهُ وَ نَفَخَ فِیهِ»
11- د انسان د شرافت له نښو دا ده چې پکې الهي روح پوه کړای شوی دی. «مِنْ رُوحِهِ»
12- د لومړني انسان پنځون تدریجي/ سوکه سوکه و. « بَدَأَ خَلْقَ الْإِنْسانِ… ثُمَّ سَوّاهُ»
13- د انسان د لید کړۍ ترغوږ یې ډېره پراخه ده. (انسان په یوه شېبه کې نشي کولای چې دوه اوازونه یو له بله بیل واوري؛ خو څو څیزونه یوځای لیدلای شي، پردې سربېره انسان د غوږ له لارې یوازې د څیزونو او کسانو غږ اوري؛ خو د سترګې له لارې موقعیت، رنګ، حجم، حرکت او سکون ویني) («السَّمْعَ» مفرد او «الْأَبْصارَ» جمع راغلی دی.)
14- د بدن په غړو کې هغه ډېر مهم دي، چې د پېژندنې او معرفت وسیله وي. (ځکه یوازې د غوږ، سترګې او زړه نامې راوړل شوي.) «السَّمْعَ وَ الْأَبْصارَ وَ الْأَفْئِدَهَ»
15- د انسان د پنځون دورو ته پاملرنه، د ځان پېژندنې، الله پېژندنې او شکر ایستنې په لور لار ده. «قَلِیلاً ما تَشْکُرُونَ»
16- انسان باید منندوی وي، که نه د غندنې وړ دی. «قَلِیلاً ما تَشْکُرُونَ»
وَ قالُوا أَ إِذا ضَلَلْنا فِی الْأَرْضِ أَ إِنّا لَفِی خَلْقٍ جَدِیدٍ بَلْ هُمْ بِلِقاءِ رَبِّهِمْ کافِرُونَ«10»= او (کافران) وايي: ((ايا چې موږ (مړه او) په ځمكه كې ورك (او خاورې) شوو؛ نو ايا (بيا) به په رښتيا له سره نوي پيدا شوو؟))؛ بلكې دوى (په قیامت کې) له خپل پالونكي سره له مخامخېدو منكر دي (او له معاده په منكرېدو غواړي پخپل سر خپلو مزو چړچو ته دوام وركړي).
ټکي:
* په تېر آیت کې مو ولوستل چې الله تعالی د درک او فهم وزلې (سترګه، غوږ او زړه) درکړې او بیا بې ګیله وکړه چې تاسې لږ شکر کاږئ. دا آیت د ناشکرۍ یوه بېلګه بیانوي چې انسان د الله تعالی له دې دومره ځواک ښودنې سره بیا هم د قیامت په اړه اړنګ/ تردید کوي.
پېغامونه:
1- د مخالفانو د شبهاتو په رانقلولو او ورته د غوڅ ځواب ورکونې له لارې، باید مؤمنان بیمه او واکسین وکړو. «قالُوا… »
2- د قیامت منکرین د بدني معاد په اړه شکمن وو. « ضَلَلْنا فِی الْأَرْضِ… »
3- خپل شک په روښانه دلایلو لرې کړئ او تخریبېدو ته یې مه پرېږدئ . « أَ إِذا… بَلْ هُمْ بِلِقاءِ رَبِّهِمْ کافِرُونَ»
4- کفّار هم د الله تعالی د ربوبیت تر تدبیر لاندې دي . «بِلِقاءِ رَبِّهِمْ کافِرُونَ»
قُلْ یَتَوَفّاکُمْ مَلَکُ الْمَوْتِ الَّذِی وُکِّلَ بِکُمْ ثُمَّ إِلی رَبِّکُمْ تُرْجَعُونَ«11»= ووايه: ((پر تاسې، چې د مرګ پرښته ګومارل شوې، ساه مو اخلي، بيا د خپل پالونكي لوري ته ورغبرګېږئ.))
ټکي:
* «توفی» د یوه څیز پوره اخستنې ته وايي. ددې په پامنیوي چې تر مرګ روسته د مړي بدن پر خپل ځای پاتېږي؛ نو په پوره توګه اخستنه، اصلاً د روح اخستنه ده، چې د انسان حقیقت دی او روح چې واخستل شو او ولاړ؛ نو انسان په پوره توګه له نړۍ تللی دی. دا چې روح اخستل شوی او پاتې دی؛ نو اصالت او خپلواکي لري او په قیامت کې به همدا روح بیا له بدن سره په یو ځای کېدو (انسان) ژوندی شي.
* قرآن د روح اخستنې په اړه درې تعبیرونه لري :
الف: په یوه ځای کې وايي: پرښتې یې ساه اخلي . «تَتَوَفّاهُمُ الْمَلائِکَهُ»[11]
ب: تر ویینې لاندې آیت کې د ساه اخستنې ګومارل شوې پرښته یې د ملک الموت په نامه ښوولې ده .
ج: د زمر سورت په ۴۲ ام آیت کې دا کار الله تعالی ته ورمنسوبوي. «اللّهُ یَتَوَفَّی الْأَنْفُسَ»
د دې درې آیتونو له ټولونه ښايي وویل شي چې: پرښتې ساه اخلي او ملک الموت ته یې سپاري او دا یې هم الله تعالی ته سپاري. دا چې د نړۍ په شاوخوا کې په یوه وخت کې ډېر کسان مري؛ نو ملک الموت څرنګه په یوه شېبه کې د ټولو ساه ګانې اخلي، په ځواب کې یې امام صادق رحمة الله علیه وویل: « هغه یاران او پرښتې لري چې د خلکو ساه اخلي او بیا ملک الموت ساه ګانې له پرښتو اخلي »[12]
ښايي د خلکو درجې یې د ساه ګانو د اخستنې لامل وي، په دې مانا چې د عامو خلکو ساه ګانې به پرښتې، د متقیانو به ملک الموت او د الله تعالی د ولیانو به خپله الله تعالی ساه اخلي.
پېغامونه:
1- شبهات بې ځوابه مه پرېږدئ . « قالُوا… قُلْ… »
2- روح د انسان حقیقت دی، همداچې روح واخستل شو، ته وا انسان اخستل شوی دی. «یَتَوَفّاکُمْ»
3- پرښتې د دندو له ترسره کونې اوږه نه سپکوي. «مَلَکُ الْمَوْتِ الَّذِی وُکِّلَ بِکُمْ»
4- د انسان مړینه او ښخول یې د ژوندي کېدنې لپاره یو ګام دی لکه څرنګه چې د دانۍ کرل د رازرغونېدو لپاره یو ګام دی. «ثُمَّ إِلی رَبِّکُمْ تُرْجَعُونَ»
5- هغه الله تعالی چې ساه ګانې اخلي؛ نو یوه ورځ به په یوې ارادې ټول انسانان ځان خوا ته راستانه کړي. «تُرْجَعُونَ»
وَ لَوْ تَری إِذِ الْمُجْرِمُونَ ناکِسُوا رُؤُسِهِمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ رَبَّنا أَبْصَرْنا وَ سَمِعْنا فَارْجِعْنا نَعْمَلْ صالِحاً إِنّا مُوقِنُونَ«12»=او چې ووينې، مجرمان د خپل پالونكي په نزد ځوړند سرونه وايي: ((پالونكيه! (د څه ژمنه دې، چې كړې وه) ومو ليدل او وا مو ورېدل؛ نو بېرته مو ولېږه، چې ښې چارې وكړو، چې دادی پوخ باور مو راغلی دی)).
ټکي:
* که څه په دې آیت کې مجرمان دنیا ته د ستنېدنې او د نېک عمل ترسره کونې غوښتنه لري؛ خو لکه څرنګه چې د انعام سورت په ۲۸ ام آیت کې لولو: او كه بيا (دنيا ته) وروګرځول شي (نو) هرومرو هماغه څه به وکړي، چې ترې منع شوي ول او بېشکه دوى دروغجن دي. «وَ لَوْ رُدُّوا لَعادُوا لِما نُهُوا عَنْهُ وَ إِنَّهُمْ لَکاذِبُونَ»
پېغامونه:
1- د مجرمانو نننۍ سرکښي به سبا په قیامت کې د دوی سرځوړندي وي او دا د پېغمبر او مؤمنانو د ډاډ لامل دی. «وَ لَوْ تَری»
2- په قیامت کې به مجرمانو سرونه ځوړند نیولي او شرمېدلي وي. «الْمُجْرِمُونَ ناکِسُوا رُؤُسِهِمْ»
3- د قیامت ورځ د منښتې ورځ ده . «رَبَّنا أَبْصَرْنا وَ سَمِعْنا»
4- د قیامت ورځ د حقایق د راسپړنې او د سترګو او غوږونو د خلاصېدنې ورځ ده (هغوی چې د حق لېدنې او اورېدنې په مقابل کې یې خپلې سترګې پټې او غوږونه یې کاڼه کړي وه، په دې ورځ وايي:)«أَبْصَرْنا وَ سَمِعْنا»
5-یوازې نېک عمل په قیامت کې د ژغورنې لامل دی او د نېک عمل د کونې ځای دنیا ده.
«فَارْجِعْنا نَعْمَلْ صالِحاً»
6- د ګناه او جرم دلیل، پر قیامت د باور نه درلودل دي. (هلته وايي : «إِنّا مُوقِنُونَ» خو څه ګټه ورته لري ؟)
وَ لَوْ شِئْنا لَآتَیْنا کُلَّ نَفْسٍ هُداها وَ لکِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّی لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّهِ وَ النّاسِ أَجْمَعِینَ«13»= او كه موږ غوښتاى؛ نو هر انسان ته به مو (د زور له مخې) لازم ښیون کړى واى؛ خو (انسانان مو ازاد پرېښی او) خبره او ژمنه مې حق ده، چې دوزخ به هرومرو له ټولو (بې ايمانه او ګناهګارانو) پېريانو او انسانانو ډك كړم!
پېغامونه:
1- الهي کارونه د ده پر مشیت او ارادې دي. « وَ لَوْ شِئْنا لَآتَیْنا… »
2- د هدایت منل باید اختیاري وي، نه اجباري . « وَ لَوْ شِئْنا لَآتَیْنا… »
3- خلک سره توپیر لري، هر څوک ځان ته ځانګړی هدایت لري. «کُلَّ نَفْسٍ هُداها»
4- پراخ الهي رحمت، د ده د پرغز/ قهر مانع نه دی. «لَأَمْلَأَنَّ»
5- پېری هم د انسان په څېر د الهي لورنې او پرغز سره مخامخېږي. «مِنَ الْجِنَّهِ وَ النّاسِ»
فَذُوقُوا بِما نَسِیتُمْ لِقاءَ یَوْمِکُمْ هذا إِنّا نَسِیناکُمْ وَ ذُوقُوا عَذابَ الْخُلْدِ بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ«14»= (او دوزخيانو ته وايو:) نو (د جهنم عذاب) وڅكئ! ځكه ددغې ورځې مخامخېدل مو هېر كړي ول، په حقيقت کې موږ (هم) تاسې هېر كړي ياست او د خپلو كړنو له لامله همېشنى عذاب وڅكئ!
ټکي:
* په تېرو دوو آیتونو کې مجرمانو دنیا ته د ستنېدنې غوښتنه درلوده، ښايي دا یې د غوښتنې د رد ځواب وي.
* الله تعالی ته د هېرېدنې او نسیان منسوبول مانا نه لري؛ نو له «نَسِینا» څخه مراد دادی چې د قیامت له هېر کړای شویو کسانو سره به زموږ چلن د هغه کس په څېر وي چې تاسې یې هېر کړي یاست.
پېغامونه:
1- مجرمان د خپل سزا په دلیل پوه کړئ. «فَذُوقُوا بِما نَسِیتُمْ»
2- الهي سزاوې عادلانه و مماثل دي . «نَسِیتُمْ – نَسِینا»
3- د معاد یادونه د ژغورنې کونجي او غفلت یې د بدمرغۍ لامل دی . «بِما نَسِیتُمْ»
4- د فاسدو اعمالو سرچینه له معاده غفلت دی. «نَسِیتُمْ – کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»
5-د بد عمل غځېدا په دوزخ کې د عذاب د غځېدا لامل دی . «عَذابَ الْخُلْدِ بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»
6- هر دریځ نیونه او کړنې، ځان ته سزاوې لري. (د «فَذُوقُوا» تکرار، ددې نښه ده چې د قیامت هېرول یو عذاب لري او د انسان عمل بل عذاب)
إِنَّما یُؤْمِنُ بِآیاتِنَا الَّذِینَ إِذا ذُکِّرُوا بِها خَرُّوا سُجَّداً وَ سَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَ هُمْ لا یَسْتَکْبِرُونَ«15»= بېشکه يوازې هغوى زموږ پر آيتونو ايمان راوړي، چې په دې (آيتونو) پند وركړاى شي؛ نو پر سجده پرېوځي او خپل پالونكى په پاكۍ ستايي او لويي نه کوي؛
ټکي:
* د قرآن په څلورو سورتونو کې داسې آیتونو ته رسو، چې واجب دي د تلاوت پر مهال یې سجده وکړو.
دا سورتونه دا دي: فصّلت، نجم، علق او سجده چې په اصطلاح د عزائم سورتونو په نامه یادېږي. د اهل بیتو د ښوونځي له مخې په لمانځه کې تر حمد روسته ددې څلورو سورتونو ویل جایز نه دي او څوک چې جنب یا حائض وي، ددې څلور سورتونو ان یو آیت هم باید تلاوت نه کړي.
پېغامونه:
1- په ډېره مینه او عاشقانه سجده او د الله تعالی تسبیح او ستاینه د مؤمن نښه ده. «إِنَّما یُؤْمِنُ»
2- قرآن په خپل تبلیغاتي دود کې د مجرمانو د څېرې انځورولو ترڅنګ، د مؤمنانو نښې هم بیانوي. اَلَّذِینَ إِذا ذُکِّرُوا بِها خَرُّوا…
3- یو شمېر خلک د خپل کبر له مخې نه هدایتېږي. « لَوْ شِئْنا لَآتَیْنا کُلَّ نَفْسٍ هُداها… إِنَّما یُؤْمِنُ… اَلَّذِینَ… هُمْ لا یَسْتَکْبِرُونَ »
4- الهي آیتونه د بشر له فطرت او عقل سره همغږي دي او یوازې تذکر ته اړتیا لري. « إِذا ذُکِّرُوا… »
5- د مؤمنانو سجدې یوازې په لمونځونو پورې ځانګړې نه دي. «إِذا ذُکِّرُوا… خَرُّوا »
6- په عبادت کې هم وخت مطرح دی، «إِذا» هم زمینه، «ذُکِّرُوا» او هم عمل. «خَرُّوا»
7- سجده باید په ډېره مینه او عاشقانه وي. «خَرُّوا سُجَّداً» ته وا په ټول وجود خاورو ته لوېږي.
8- د سجدې پر مهال بهترین ذکر له ستاینې سره یوځای تسبیح ده. «سُجَّداً وَ سَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ»
9- هغه سجده ارزښت لري چې غرور او تکبر ورپسې نه وي. «خَرُّوا سُجَّداً… وَ هُمْ لا یَسْتَکْبِرُونَ»
تَتَجافی جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضاجِعِ یَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفاً وَ طَمَعاً وَ مِمّا رَزَقْناهُمْ یُنْفِقُونَ«16»= ډډې يې له خوبځايونو بېلېږي (او راپاڅي او لمونځ كوي) او خپل پالونكى په وېرې او هيلې يادوي او څه مو چې ورروزي كړي (د الله په لار كې) لګوي.
پېغامونه:
1- سهار وختي پاڅېدل او د خوب له ځایه زړه راشلونه د مؤمنانو بله نښه ده.
تَتَجافی جُنُوبُهُمْ…
2- هغه عبادتونه چې له یوه ډول ریاضت او خفا سره یو ځای وي، لا ډېر ارزښت لري. «تَتَجافی»
3- مؤمن، نه نهیلی دی، نه مغرور، هم وېره لري، هم هیله او امید. «یَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفاً وَ طَمَعاً»
4- تواضع، سهار وختي پاڅېدنه او انفاق، د مؤمنانو همېشنی خصلت دی. «لا یَسْتَکْبِرُونَ – یَدْعُونَ – یُنْفِقُونَ» (ټول له مضارع صیغې سره راغلي دي.)
5- له الله تعالی سره شپنۍ اړیکه باید د بېوزلیو له لاسنیوي سره یوځای وي. «یَدْعُونَ – یُنْفِقُونَ»
6- د انفاق ځایونه یوازې مال نه؛ بلکې پوهه، پت، آبرو او نورې انساني پانګې هم دي. «مِمّا رَزَقْناهُمْ یُنْفِقُونَ»
فَلا تَعْلَمُ نَفْسٌ ما أُخْفِیَ لَهُمْ مِنْ قُرَّهِ أَعْیُنٍ جَزاءً بِما کانُوا یَعْمَلُونَ«17»= بېشکه هېڅوک نه پوهېږي (او نه اټکل کړای شي) چې مؤمنانو ته مو د دوی د کړنو په پار څه سترګې یخوونکې بدلې (نعمتونه او څرنګوالی یې) ورزېرمه کړي دي.
ټکي:
* قرآن د الهي بدلې د میزان په اړه څو تعبیرونه لري. په یوه ځای کې «ضِعْفٌ»[13] د دوه ګرایه په مانا، په بل ځای کې د «أَضْعافاً»[14] څو ګرایه په مانا، په بل ځای کې د «عَشْرُ أَمْثالِها[15] د لس ګرایه په مانا، په بل ځای کې د یوې داسې دانې تشبیه ورکوي چې اوه وږي لري او هر وږی سل دانې لري؛ یعنې اوه سوه ګرایه؛ [16] خو دا آیت تر شمېرو پورته خبرې کوي او وایي: هغه مؤمنان چې د شپې لمانځه ته پاڅي او انفاق کوي، څوک یې هم له اجره خبر نه دي.
*امام صادق رحمة الله علیه وايي: «د هر نېک کار ثواب په قرآن کې بیان شوی؛ خو د شپې لمونځ چې بې له الله یې بل له بدلې خبر نه دی. بیا یې دا آیت ولوست». [17]
پېغامونه:
1- سهار وختي پاڅېدل، د شپې لمونځ، له بېوزلو سره مرسته سترې بدلې لري. «فَلا تَعْلَمُ نَفْسٌ»
2- ځینې الهي بدلې راته د درک وړ نه دي. «فَلا تَعْلَمُ نَفْسٌ»
3- روزندود کې، کله نا کله باید د هڅونې مقدار او بدله پټه وي. «ما أُخْفِیَ لَهُمْ»
4- پټ عبادت پټه بدله لري . « تَتَجافی… أُخْفِیَ لَهُمْ»
5- د بې حسابه بدلې د ترلاسه کونې لپاره، د سهار وختي پاڅېدنې سختۍ باید وزغمو.
أَفَمَنْ کانَ مُؤْمِناً کَمَنْ کانَ فاسِقاً لا یَسْتَوُونَ«18»= نو ايا مؤمن د سرغړاند په څېر دی؟(هېڅكله) برابر نه دي.
پېغامونه:
1- په حق بیانولو کې، د پوښتنې په وړاندې کونې سره د خلکو وجدان راویښ کړئ. أَ فَمَنْ کانَ…
2- پرتلندود د ښوونې له غوره دودونو دی. أَ فَمَنْ کانَ… کَمَنْ کانَ
3- یوازې کفّار د مؤمنانو مخالف نه دي؛ بلکې فاسق هم په مخالف لوري کې دی. مُؤْمِناً… فاسِقاً
4- خلک وپوښتئ؛ خو خپل حق نظر هم ووایئ. «لا یَسْتَوُونَ»
أَمَّا الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ فَلَهُمْ جَنّاتُ الْمَأْوی نُزُلاً بِما کانُوا یَعْمَلُونَ«19»= خو هغوى چې ايمان راوړى او (ښې) چارې يې كړې دي؛ نو (جنتي) باغونه د دوی هستوګنځى دى، چې د مخکېنيو کړنو له لامله (ور) وړاندې کېږي.
وَ أَمَّا الَّذِینَ فَسَقُوا فَمَأْواهُمُ النّارُ کُلَّما أَرادُوا أَنْ یَخْرُجُوا مِنْها أُعِیدُوا فِیها وَ قِیلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذابَ النّارِ الَّذِی کُنْتُمْ بِهِ تُکَذِّبُونَ«20»=او د سرغړاندو هستوګنځی اور دى او هر ځل چې وتل ترې غواړي، ورستنول کېږي، ورته ويل کېږي: ((د هغه اور عذاب وڅکـئ، چې ترې منکر وئ!))
ټکي:
* په ۱۸ ام آیت کې یې پېچلي وویل: آیا مؤمن د سرغړاند په څېر دی؟ په دې آیتونو کې په تفصیل سره د دواړو ډلو برخلیک بیانوي.
پېغامونه:
1- ایمان له عمله بېل نه دی . آمَنُوا وَ عَمِلُوا…
2- د مؤمن ټولې چارې باید ښې وي. «الصّالِحاتِ»
3- جنتي باغونه د مؤمنانو د مېلمستیا لپاره دي. «نُزُلاً»
4- له قیامته منکر فاسق به همېشه په دوزخ کې وي . « کُلَّما أَرادُوا… أُعِیدُوا»
5- د دوزخیانو بدني ځورونه د دوی له روحي سپکاوي سره یوځای ده. «أُعِیدُوا فِیها وَ قِیلَ لَهُمْ ذُوقُوا»
وَ لَنُذِیقَنَّهُمْ مِنَ الْعَذابِ الْأَدْنی دُونَ الْعَذابِ الْأَکْبَرِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ«21»= او موږ به هرومرو پر دوی تر لوی (اخروي) عذاب مخكې، ووړ (رالنډ دنيوي) عذاب وروڅكوو، ښايي (له خپلې سرغړونې) راوګرځي.
ټکي:
* د دنیا عذاب هم رانږدې دی او هم کوشنی. د اخرت عذاب هم لرې دی او هم ستر. د قاعدې له مخې د «ادنی» د کلمې پر وړاندې باید د «ابعد» کلمه وکارول شي؛ خو نشو ویلای: د الله قهر لرې دی؛ ځکه د «ابعد» کلمې پر ځای د «اکبر» وصف راغلی؛ بلخوا امکان یې درلود چې د «ادنی» کلمې پر ځای د «اصغر» کلمه راشي چې د «اکبر» له کلمې سره مناسب وي؛ خو د الله تعالی قهر کوشنی ګڼلای نشو؛ نوځکه په یوه ځای کې د «ادنی» کلمه او په بل کې د «اکبر» کلمه کارول شوې.
* رسول الله صلی الله علیه و آله وویل : « له «الْعَذابِ الْأَدْنی» ځنې مراد، هغه مصیبتونه، رنځورۍ او کړختونه دي چې انسان په دنیا کې پرې اخته کېږي». [18]
پېغامونه:
1- د توبې لپاره د ګناهګار کړخت له الهي سنتو ځنې دی. « وَ لَنُذِیقَنَّهُمْ… لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ»
2- په روزنه کې، تل او هر ځای، مینه کارسازه نه وي، کله نا کله ستغ چلن او قهر هم اړین دی. «الْعَذابِ الْأَدْنی»
3- د اخرت عذاب تر ټولو دنیوي عذابونو لوی دی. «الْعَذابِ الْأَکْبَرِ»
4- دنیوي سختۍ باید د راویښونې او توبې لامل وي. «لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ» (سرغړونکیو ته هم د راستنېدنې لار پرانستې ده )
5-دنیوي سختۍ له الهي عدل سره په ټکر کې نه دي؛ ځکه د حکمت پر بنسټ او د خلکو د سمونې لپاره دي. « وَ لَنُذِیقَنَّهُمْ… لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ»
6- په روزنه کې، د اغېز احتمال بسیا دی، او یقین لازم نه دی. «لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ»
7- د دنیوي عذاب په څکلو سره، بیا هم له خپلو ګناهونو د سرغړونکیو راستنېدنه اجباري نه ده. «لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ»
وَ مَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذُکِّرَ بِآیاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْها إِنّا مِنَ الْمُجْرِمِینَ مُنْتَقِمُونَ«22»= او تر هغه به ستر ظالم څوك وي، چې د خپل پالونكي په آيتونو پند وركړاى شي (خو) بيا مخ ترې واړوي، البته، له ګناهګارانو غچ اخستوني يو.
ټکي:
* په ۱۵ ام آیت کې مو ولوستل چې کله هم مؤمنانو ته په الهي آیتونو پند ورکړای شي؛ نو پر سجده پریوځي، د دې ډلې پر وړاندې داسې کسان هم شته، چې دا آیت یې وايي، چې د خپل پالونكي په آيتونو پند وركړاى شي (خو) بيا مخ ترې واړوي.
پېغامونه:
1- له الهي پندونو مخ اړول، پر ځان او ټولنې خورا ستر ظلم دی. «وَ مَنْ أَظْلَمُ»
2- الله تعالی، مؤمن او نامؤمن هر یوه ته په یوه ځانګړي توګه پند ورکوي. «ذُکِّرُوا بِها خَرُّوا سُجَّداً»، «ذُکِّرَ بِآیاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ»
3- د پند پرخلاف د ګناهګار بې پروايي له بدترینو ګناهونو ده . «ذُکِّرَ – أَعْرَضَ – أَظْلَمُ»
4- د الله تعالی رحمان او رحیم والی یې له پرغز/ قهر سره په ټکر کې نه دی. «إِنّا مِنَ الْمُجْرِمِینَ مُنْتَقِمُونَ»
5- له الهي آیتونو مخ اړول جرم دی او مجرم به له الهي غچ سره مخ شي. «مُنْتَقِمُونَ»
6- پند او مینه بسیا نه ده، د مجرمانو په اړه رټنه او توند چلن هم اړین دی. «مُنْتَقِمُونَ»
وَ لَقَدْ آتَیْنا مُوسَی الْکِتابَ فَلا تَکُنْ فِی مِرْیَهٍ مِنْ لِقائِهِ وَ جَعَلْناهُ هُدیً لِبَنِی إِسْرائِیلَ«23»= او په رښتيا موږ موسى ته (اسماني) كتاب وركړ؛ نو (له الله سره) د هغه د مخامخېدو (او هم الهي آیتونو موندنې) په باب مه شكمنېږه او دا (كتاب) مو بني اسراييلو ته لارښود کړی.
ټکي:
* داچې د «فَلا تَکُنْ فِی مِرْیَهٍ مِنْ لِقائِهِ» مراد څه دی؛ نو څو احتمالونه ورکړل شوي:
الف: له الله تعالی سره د حضرت موسی په لیدنه او وحۍ ترلاسه کونه کې شک مه کوه.
ب: د قرآن او وحې په لقا کې شک مه کوه. (چې د همدې سورت د ۳ ام آیت مؤیّد دی)
ج: د قیامت په لقا کې شک مه کوه . (چې ددې سورت ۱۰ او ۱۴ آیتونه مؤیّد دی)
پېغامونه:
1- د اسلام د پېغمبر رسالت او د آسماني کتاب نزول یو بې مخینې کار نه و. «وَ لَقَدْ آتَیْنا مُوسَی الْکِتابَ»
2- د انبیاوو له تاریخه خبرېدنه د ډاډ لاملېږي. وَ لَقَدْ آتَیْنا مُوسَی… فَلا تَکُنْ
3- باید د اسماني مشر په اړه هېڅ ډول شک نه وي. «فَلا تَکُنْ فِی مِرْیَهٍ»
4- تورات، د بني اسرائیلو د هدایت لپاره و، نه د ټولو نړیوالو لپاره . «هُدیً لِبَنِی إِسْرائِیلَ»
وَ جَعَلْنا مِنْهُمْ أَئِمَّهً یَهْدُونَ بِأَمْرِنا لَمّا صَبَرُوا وَ کانُوا بِآیاتِنا یُوقِنُونَ«24»= او موږ له دوى يو شمېر (په خپل دين كې) د زغم او زموږ پر آيتونو د باور له لامله لارښوونكي كړل، چې زموږ په حكم يې (خلكو ته) لارښوونه كوله.
پېغامونه:
1- د مشرۍ ټاکنه، له الهي حقوقو ده . «جَعَلْنا… أَئِمَّهً»
2- الله د هدایت منځپانګه، دود او چوکاټ ټاکي. «یَهْدُونَ بِأَمْرِنا» (د الله په ټاکنه، نه د خلکو په ټاکنه)[19]
3- یقین او صبر د مشرۍ لپاره دوه اړین شرطونه دي. (مشر باید پر موخه یقین ولري او تر روستي پړاوه باید څوار/ مقاومت وکړي). « صَبَرُوا… یُوقِنُونَ»
إِنَّ رَبَّکَ هُوَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیامَهِ فِیما کانُوا فِیهِ یَخْتَلِفُونَ«25»= البته ستا پالونکی د قیامت پر ورځ په څه کې چې دوی اختلاف درلود، ترمنځ به یې پریکړه وکړي (او هر چا ته به د خپلو كړنو سزا وركړي).
ټکي:
* په تېر آیت کې مو ولوستل چې الله تعالی، وړ کس مشر او امام ټاکي. په دې آیت کې وايي: الله تعالی به په قیامت کې د خلکو د اختلافاتو پرېکړه وکړي. له اختلاف څخه مراد ښايي په مشرۍ کې اختلاف وي او داچې ولې له الهي ټاکل شویو مشرانو سره یې لجاجت او مجادله وکړه چې الله تعالی یې په قیامت کې پرېکړه وکړي او دا هغو کسانو ته یو ډول ګواښ دی، چې د الله تعالی له لوري یې له ټاکل شویو مشرانو سره مخالفت کړی وي.
پېغامونه:
1- د اختلافاتو پرېکړه په قیامت کې له ربوبي شئونو څخه ده . «رَبَّکَ هُوَ یَفْصِلُ»
2- د ټولو اختلافاتو پرېکړه به په قیامت کې وشي. «یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیامَهِ»
3- دیني اختلافات په دنیا کې نا حلېدوني دي . «یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیامَهِ»
4- انسانانو تل د تاریخ په اوږدو، اختلاف درلود. «کانُوا فِیهِ یَخْتَلِفُونَ»
5- دیني مشران دې کله هم د خپل کار او د خلکو له هدایته نه ماڼیجن/ نهیلی کېږي؛ ځکه اختلافات تل وه. «فِیما کانُوا فِیهِ یَخْتَلِفُونَ»
أَ وَ لَمْ یَهْدِ لَهُمْ کَمْ أَهْلَکْنا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْقُرُونِ یَمْشُونَ فِی مَساکِنِهِمْ إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیاتٍ أَ فَلا یَسْمَعُونَ«26»= ايا د دوی لارښوونې ته همدا بس نه دى، چې موږ تر دوی وړاندې څومره قومونه تباه کړل (چې) دوى یې په (ويجاړيو شويو) مېنو كې ګرځي راګرځي، بېشكه په دې (د الله د قدرت او مجرمانو ته د سختو سزاوو په وركړه) كې عبرتونه دي، ايا (د زړه په غوږونو) یې نه اوري؟
ټکي:
*«قرون» د «قرن» جمع د هغه قوم او ملت په مانا دی، چې په یوه وخت کې یې ژوند کاوه .
* په دې آیت کې چې د تېرو قومونو د هلاکت خبره شوې او په تاریخ پورې اړه لري؛ نو باید په اورېدنې یې پېغام ترلاسه کړو؛ ځکه د آیت په پای کې وایو: «أَ فَلا یَسْمَعُونَ» خو په بل آیت کې د بې بوټو ځمکې د رازرغونېدو خبره شوې؛ د آیت پېغام په لیدلو ترلاسه کوو؛ نوځکه د آيت په پای کې لولو : «أَ فَلا یُبْصِرُونَ»
پېغامونه:
1- د مکې خلک د تېرو قومونو له انقراض او ځوړه خبر وه او د دې قومونو پاتې شوی آثار یې په لاره کې پراته وه؛ خو دوی ترې عبرت نه اخسته. «أَ وَ لَمْ یَهْدِ لَهُمْ»
2- د تاریخ بدلونونه قانون مند دي. (یو خوا د تېرو قومونو هلاکت او بلخوا د نورو له خوا ورڅخه د عبرت اخستنې سپارښتنه، ددې ښودونکې ده چې تاریخي پېښې تصادفي نه؛ بلکې رمز او راز لري چې باید پرې پوه شو.) «أَ وَ لَمْ یَهْدِ لَهُمْ»
3- د سرکښو ټبرونو نسکورېدنه، د راتلونکیو د هدایت لپاره تر ټولو غوره لار ده. «أَ وَ لَمْ یَهْدِ لَهُمْ کَمْ أَهْلَکْنا مِنْ قَبْلِهِمْ»
4- په تاریخ کې سرکښ او هلاک کړای شوي ټبرونه ډېر دي. کَمْ أَهْلَکْنا… مِنَ الْقُرُونِ
5- له لرغونونو آثارو او له تېرو قومونو له پاتې شویو آثارو څخه لیدنه کتنه د اسلام سپارښتنه ده؛ خو په دې شرط چې له غفلت سره نه؛ بلکې له پند او عبرت سره یوځای وي. «أَ وَ لَمْ یَهْدِ لَهُمْ – یَمْشُونَ فِی مَساکِنِهِمْ»
6- د عبرت اخستنې غوره نندارې هغه دي، چې خپله انسان پکې شتون ولري. «یَمْشُونَ فِی مَساکِنِهِمْ»
7- د راتلونکیو د عبرت لپاره د نېکونو د لرغونیو آثارو ساتنه لازم ده. «مَساکِنِهِمْ»
8- د تېرو قومونو د عزت او ذلت لاملونه وڅېړئ او عبرت ترې واخلئ. «إِنَّ فِی ذلِکَ لَعِبْرَهً»
9- د ملتونو او تمدنونو رانسکورېدنه د الهي آیتونو له څرکونو څخه ده. إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیاتٍ…
10- که اورېدونی غوږ وي؛ نو چوپه خوله وران او ویجاړ شوي ځایونه هم راته پېغام لري.
«أَ فَلا یَسْمَعُونَ»
أَ وَ لَمْ یَرَوْا أَنّا نَسُوقُ الْماءَ إِلَی الْأَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعاً تَأْکُلُ مِنْهُ أَنْعامُهُمْ وَ أَنْفُسُهُمْ أَ فَلا یُبْصِرُونَ «27»= ايا دوی لیدلي نه دي، چې بېشكه موږ پر شاړو ځمكو اوبه (باراني وريځې) ورشړو؛ نو كښت پرې راټوكوو، چې څاروي او پخپله دوى يې هم ترې خوري؛ نو ايا [د لیدانې په سترګه] یې نه ويني؟!
ټکي:
* د «جرز» کلمه هغه وچې دشتې ته ویل کېږي چې د بوټو جرړې پکې پرې شوي وي. [20]
* په تېر آیت کې د سرغړوونکیو هلاکت د الهي ځواک نښه ښودل شوې او په دې آیت کې د ځمکې ابادي.
پېغامونه:
1- د قرآن روزندود دا دی چې د خلکو د هدایت لپاره له طبیعي تحولاتو ګټنه کوي. « أَ وَ لَمْ یَرَوْا…»
2- له سمندره لرې سیمو کې د باراني وریځو تګ راتګ تصادفي نه؛ بلکې د الله تعالی په حکیمانه ارادې دي. «أَنّا نَسُوقُ الْماءَ»
3- ځمکه په اوبو ښېرازه او حاصل خیزه کېږي «فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعاً» خو ځینې زړونه له دې دومره عبرتناکو آیتونو سره سره بیا هم نه ښېرازېږي! «أَ وَ لَمْ یَهْدِ لَهُمْ»
4- په مادي ګټنه کې، څاروي پر انسانانو لومړیتوب لري. «أَنْعامُهُمْ وَ أَنْفُسُهُمْ» (څاروي ډېر خوره او راحت خوره وي، وینځنې او سپینولو ته هم اړتیا نه لري!)
5- که انسان لیدانه یا بصیرت و نه لري، غوره ده چې نامه یې تر څارویو روسته واخستل شي. «أَنْعامُهُمْ وَ أَنْفُسُهُمْ أَ فَلا یُبْصِرُونَ»
6- د باران د ورښت او د بوټو د را زرغونېدو نظام ساده مه ګڼئ. «أَ فَلا یُبْصِرُونَ»
وَ یَقُولُونَ مَتی هذَا الْفَتْحُ إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ«28»=او (کافران) وايي: ((كه رښتوني ياست؛ نو دا بريا به (مو) كله وي؟))
قُلْ یَوْمَ الْفَتْحِ لا یَنْفَعُ الَّذِینَ کَفَرُوا إِیمانُهُمْ وَ لا هُمْ یُنْظَرُونَ«29»=ووايه: ((د بريا پر ورځ به د كافرانو ايمان راوړل، دوی ته ګټور نه وي او نه به مهلت وركول كېږي.))
فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَ انْتَظِرْ إِنَّهُمْ مُنْتَظِرُونَ«30»=(اوس چې داسې ده)؛ نو له دوی مخ واړوه او په تمه وسه، چې دوى هم څارو دي (ته د الله د لورنې انتظار باسې او دوى يې عذاب ته!).
ټکي:
*الله تعالی په تېر آیت کې وویل: موږ به له مجرمانو څخه غچ واخلو او سزا به ورکړو. کفارو به په ملنډو پوښتل: ستاسې (مؤمنانو) د بریا او زموږ د غچ ورځ به کله وي؟ الله تعالی یې دا عمل او خبره ځوابوي.
پېغامونه:
1- د مخالفینو خبرې دې وځوابول شي. « یَقُولُونَ… قُلْ»
2- ایمان، په بیړنۍ شېبه کې ګټه نه لري . لا یَنْفَعُ… إِیمانُهُمْ
3- که څه مهلت ورکونه، الهي قانون دی، «أَمْهِلْهُمْ رُوَیْداً» [21] خو هغه هم ټک و برید لري. «وَ لا هُمْ یُنْظَرُونَ»
4- تر استدلال او ګواښ روسته، روستی پړاو له لار ورکو څخه مخ اړونه ده. «فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ»
5- د وخت تېرېدل، د حق او باطل د پلویانو ترمنځ مسایل او اختلافات څرګندوي. «وَ انْتَظِرْ»
6- مشر باید راتلونکي ته خوش وینی وي. «وَ انْتَظِرْ»
7- کفّار تل د مسلمانانو ماتې ته سترګې پر لار دي. «إِنَّهُمْ مُنْتَظِرُونَ»
[1] مجمع البیان او نور الثقلین تفاسیر
[2] – شعراء، 192
[3] – یس، 5
[4] – زمر، 1
[5] – غافر، 2.
[6] – فصلت، 2.
[7] – فصلت، 42
[8] – طه، 4.
[9] – فاطر، 24.
[10] – نمونه تفسیر
[11] – نحل،. 28.
[12] – نورالثقلین تفسیر
[13] – اعراف، 38.
[14] -. بقره، 245
[15] – انعام، 160.
[16] – بقره، 261
[17] – تفاسیر: مجمع البیان والمیزان
[18] – تفاسیر: نورالثقلین او کنزالدقائق
[19] – نورالثقلین تفسیر.
[20] – مفردات راغب
[21] – طارق، 17.