تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه خپلو یارانو ته د علي کرم الله وجهه ادب ورکوونه په دې کې د دیني او دنیوي چارو اړوند څلور سوه احکام دي. حجامت او د وینې ورکړه بدن روغ رمټوي او عقل مظبوطوي. د بریتو لنډول پاکوالی او د نبوي سنتو یوه برخه […]


بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

خپلو یارانو ته د علي کرم الله وجهه ادب ورکوونه

په دې کې د دیني او دنیوي چارو اړوند څلور سوه احکام دي.

حجامت او د وینې ورکړه بدن روغ رمټوي او عقل مظبوطوي.

د بریتو لنډول پاکوالی او د نبوي سنتو یوه برخه ده.

د برېتو خوشبویول (د کړنو) لیکوالوپرښتو ته درناوی او د سنتو یوه برخه ده.

ځان غوړول پوټکی نرموي، دماغي او عقلي ځواک زیاتوي.

روانې اوبه غسل او اودس آسانوي؛ د وېښتانو جړپړي لرې او رنګ تازه کوي.

په خطمي ګل د سر وینځل خیری لرې کوي او چټلي پاکوي.

په اوداسه کې د خولې او پزې وینځل، خوله او پزه پاکوي.

د انفیه کارول د سر د روغتیا او د بدن د شفا لامل او د سر د ټولو دردونو درمل دی.

نوره بدن غښتلی او تن پاکوي.

د نوکانو پرې کول د سترو رنځوریو مخه نیسي او روزي پراخوي.

د تخرګونو د وېښتانو خرېیل، بدبوی له منځه وړي، پاکوونکي او له سنتو ځنې هم دي.

تر خوړو وړاندې روسته د لاسونو وینځل روزي زیاتوي.

څوک چې الهي درشل ته د خپلو اړتیاوو د لرې کولو لپاره دعا کوي؛ نو په هر اختر کې غسل کول ورته پاکوونکی او له نبوي سنتو لاروي هم ده.

د شپې پاڅېدل د بدن د روغتیا او د پالونکي د خوښۍ لامل، د الهي لورنو په درشل کې کېدل او د پېغمبرانو پر خویونو منګولې لګول دي.

د مڼې خوړل، معده پاکه او خوشبویوي.

د کندر ژول، غاښونه ټینګوي، بلغم او دخولې بدبوی له منځه وړي.

په جومات کې له سپیده داغه تر لمر راختو پورې کېناستل په روزۍ پسې له منډو وهلو غوره او اغېزمن دي او په چټکه د روزۍ د چمتو کولو لامل ګرځي.

د بهي خوړل کمزوری زړه غښتلی کوي، معده پاکوي، هوښ تېزوي، ډارن زړوروي او اولاد ښکلی کوي.

په هر سباناري کې د ۲۱ دانو سرو موېزو/ وسکو خوړل، بې له مرګه د هرې رنځورۍ درمل دي.

د رمضان پر لومړۍ شپه د مېړه او مېرمنې کوروالی مستحب دی؛ ځکه خدای ویلي دي:

د روژې په شپو کې له خپلو مېرمنو سره کوروالی ورته حلال شوی دی[1].

بې د سپینو له ګوتې بله ګوته مه پر لاسوئ؛ ځکه رسول الله ویلي دي: خدای دې هغه لاس پاک نه کړي، چې اوسپنیزه ګوته یې پر ګوته وي، که د چا پر ګوته د الله پاک کومه نامه کښل شوې وي؛ نو په کیڼ لاس دې یې نه پر ګوته کوي چې استنجا پرې کوي.

چې کله هندارې ته ګورئ؛ نو وواست: د خدای شکر دی، چې یې پنځولی، ښه یې پیدا کړی او په ښه بڼه یې انځور کړی یم او څه یې چې په نورو کې بدرنګ کړي، په ما کې یې ښکلي کړي او په اسلام یې غزتمن کړی یم. 

هغه رور، چې ستاسې لیدو کتو ته راځي، ځان ورته وپسولئ؛ لکه چې یو پردي ته ځان سینګاروئ، چې ښه مو ایسي په غوره څېره مو وویني.

په هره میاشت کې درې ورځې روژې نیول او د شعبان میاشتې روژې، د سینې وسوسې او د زړه اندېښنې له منځه وړي.

په سړو اوبو استنجا کول بواسیر له منځه وړي.

د جامو پاکول، غمونه څنډي او د لمانځه شرط دی.

سپین وېښته مه باسئ، چې رڼا ده او څوک چې په اسلام کی خپل وېښتان سپین کړی؛ نو په قیامت کې یې رڼا همدا سپین وېښتان دي.

مسلمان دې په جنابت کې نه ویدېږي؛ بلکې بې اودسه دې نه ویدېږي، که اوبه و نه مومي؛ نو په خاوره دې تیمم وکړي؛ ځکه د مؤمن روح د خدای لوري ته ورخېژي، خدای یې مني او برکت ورکوي، که پردې مهال یې مرګ رارسېدلی وي؛ نو ښکلې بڼه ورکوي او که عمر یې پاتې وي؛ نو له امینو پرښتو سره یې تنې ته ورستنوي.

مسلمان دې قبلې ته د خولې توکاڼې نه توکوي او که په تېرو کې یې دا چار وکړ؛ نو له خدایه دې بښنه وغواړي.

انسان نه ښايي د سجدې ځای پو کړي او هم نباید په خوراک څښاک کې پوکی وکړي او نباید له تعویذ او ورسره دعاوو سره ومري.

په لار کې اودسماتي ته مه کېنئ، د بام له پاسه په هوا او په روانو اوبو کې میتیازې مه کوئ، که چا دغسې وکړل او څه زیان ورورسېد؛ نو بل دې نه پړوي؛ ځکه اوبه او هوا هستوګن لري. ðهوا ته لکې میتیازې مه کوئ او د باد مخې ته هم.

پړ مخ مه سملئ، د کسالت، ناغېړۍ، خوله وازئ او چورت په حالت کې به لمانځه ته نه درېږئ. بنده چې خدای ته درېږي؛ نو خپل (دنیوي) اندونه دې راکم کړي؛ ځکه له لمانځه یې د زړه د حضور هومره برخه رسي. په هېڅ ځای او هېڅ حال کې د خدای یاد مه پرېږدئ. ðپه لمانځه کې له قبلې مخ مه اړوئ، که یې واړو، خدای وایي:بنده! راته مخ کړه، چې تر بل هر مخ درته غوره یم.

پر دسترخوان د خوړو خسڼي راټول کړئ، که څوک یې د شفا په نیت وخوري؛ نو د خدای په اذن هر درد ته شفا ده.

د خامتا جامې واغوندئ، چې د پېغمبر اکرم جامې وې او آنحضرت بې اړتیا وړینې یا د وژغونو جامې نه اغوستې.

که څوک تر خوړو روسته خپلې ګوتې وڅټي؛ نو خدای وایي: خدای دې برکتي کړه.

ښکلا د خدای خوښېږي او ښه یې ایسي، چې په خپل بنده کې د خپل نعمت اغېز وویني.

له خپلو خپلوانو سره اړیکه وساتئ، که څه په سلام اچولو وي؛ ځکه خدای یې امر کړی دی: او له خپلوانو سره د اړیکو له پرېکونې ډډه وکړئ[2].

خپله ورځ داسې مه تېروئ چې دغسې او هاغسې مې وویل او دغسې او هاغسې مې وکړل؛ ځکه ګومارل شوي مو کړنې څاري [ او په کړنلیکونو کې یې لیکي] په هر ځای کې خدای یادوئ.

پر پېغمبر او آل یې درود وواست؛ ځکه که آنحضرت په درناو کړئ؛ نو خدای مو دعا قبلوي.

تاوده خواړه پرېږدئ، چې ساړه او د خوړو شي. پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته یې تاوده خواړه راوړل، و یې ویل: پرېږدئ ساړه او د خوړو شي، خدای تاوده خواړه راباندې نه خوري، برکت او خیر په سړو خوړو کې دی، نه په تودو کې.

خپلو کوشنیانو ته مو ګټور مطالب ورزده کړئ، چې مخالفان لاسبري پرې نشي.

خلکو! خولې مو کابو کړئ، حق ته کټ مټ غاړه کېدئ امانت [ خپلو خاوندان ته] وروسپارئ که څه د پېغمبرانو وژونکي وي. بازار ته ورشئ، هلته چې خلک په پېر پلور لګیا دي؛ نو خدای ډېر یاد کړئ، چې دا دود د ګناهونو کفاره او د حسناتو د زیاتوالي لامل دی او له غافلانو مه وسئ.

بنده ته روا نه ده، چې په رمضان میاشت کې سفر وکړي؛ ځکه خدای ویلي: نو که له تاسې چا دا میاشت ولیده؛ نو ودې یې نیسي[3].

د مسکراتو په څښلو او پر بوټانو باندې په مسح کې تقیه نشته.

هسې نه په اړه مو غلو وکړئ، یوازې وواست: دوی خدای روزلي بندګان دي، بیا مو فضایل څرګند کړئ، زموږ مینوال دې زموږ چلن خپل کړي او ځان ساتي او پرهېزګار دې وسي، چې ځان ساتنه او تقوا په دنیا او آخرت کې غوره وزله ده.

زموږ له بد ویوونکیو سره ناسته ولاړه مه کوئ او د دښمنانو په مخ کې مو په ښکاره مه ستايئ، چې دا مو راسره د مینې څرګندوونکې ده او لاملېږي، چې واکمن مو په تنګسه کې ونیسي او خوار او ذلیل مو کړي.

له رښتینولۍ مه تېرېږئ، چې د ژغورنې لامل دی.

هغه ته څوبمن او لېوال وسئ، چې له خدای سره دي، د خدای رضا او طاعت ولټوئ او په دې لار کې زغمناک وسئ.

دا څومره بده ده، چې مؤمن په بې پتۍ کې جنت ته ورننوځي، په ورلېږل شویو ناوړو کړنو، موږ په قیامت کې د خپل شفاعت لپاره مه په تکلېفوئ. په قیامت کې ځانونه دښمنانو ته مه رسوا کوئ او تاسې چې مدعیان یاست، د خدای پر وړاندې مقام او منزلت لرو؛ نو د دې بې ارزښته دنیا په پار، ځان دروغجن مه معرفي کوئ، د خدای پر احکامو منګولې ولګوئ او له څه سره چې مو مینه ده، د وررسېدو لپاره یې یوازې هومره واټن دی، چې د ځنکدن پرمهال حضرت پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ورته راشي او څه چې له خدای سره دي، غوره او پاتېدوني دي او پر خدای قسم، د خدای له لوري، به نوموړي بنده ته ز‎ېری راوړل شي، چې سترګې به یې روښانه او د متعال خدای د لیده کاتو څوبمن به شي.

خپل کمزوري روڼه سپک مه ګنئ، څوک چې مؤمن سپک کړي، خدای یې سپکوي او په قیامت کې یې نه یو ځای کوي او تر منځ یې بېلتون راولي؛ خو چې توبه وکاږي.

که څوک د خپل رور په اړتیا پوه شو؛ نو مخکې تردې چې په خوله یې راشي، اړتیا یې ورپوره کړي او دې ته دې یې نه اړباسي، چې خپله اړتیا ورته ووایي.

یو د بل لیده کاتو ته ورشئ، یو پر بل ولورېږئ، د منافق په څېر مه وسئ، چې څه وایي؛ خو کوي یې نه.

واده وکړئ، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ویلي: ((د چاچې ښه ایسي، زما د سنتو لاروی وي؛ نو واده دې وکړي؛ ځکه واده مې له سنتو ځنې دی، اولاد وغواړئ، چې پر ګڼوالي مو ویاړم، اولادونه مو د زناکارو او لېونیو ښځو له تي ورکولو وساتئ؛ ځکه شیدې د مور روحي ځانګړنې او بدني رنځورۍ تي خور ته ورلېږدوي. ))

تورې جامې مه اغوندئ، چې د فرعون جامې وې.

د غوښې د غوټو (غدواتو) (له خوړو) ډډه وکړئ، چې د جذام رنځورۍ رګونه راپاروي.

د دین په احکامو کې قیاس و نه کړئ، چې په دین کې قیاس نه ځاییږي او داسې خلک به رامنځ ته شي، چې په دین کې به قیاس وکاروي او دوی د دین دښمنان دي؛ شیطان ړومبی تن و، چې قیاس یې وکاراوه.

د تېرو څوکو بوټان مه پر پښو کوئ؛ ځګه فرعون ړومبی تن و، چې دغسې بوټان یې پر پښو کړل.

له شرابخورو سره مخالفت وکړئ.

خرما وخورئ، چې د دردونو شفا ده[4].

د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په ویناوو پسې ولاړ شئ، چې یې وویل: څوک چې ځان ته د ګدایۍ او سوال یو ور پرانزي، خدای به یې تشلاسۍ ته ورمخ کړي.

ډېر استغفار وواست، چې روزي راولي.

چې له وسې مو کېږې، ښې چارې مخکې ولېږئ، چې پر سبا به یې ومومئ.

له شخړې او لانجې ډډه وکړئ، چې شک راولاړوي.

څوک چې له خدایه د څه اړتیا پوره کول غواړي؛ نو په درېیو ساعتونو کې دې یې وغواړي: (لومړی) د جمعې ورځې په یوه ساعت کې؛ ( دویم) ماسپښین مهال، چې باد لګي اود اسمان ورونه پرانستل کېږي او رحمت راکېوځي او الوتونکي په نغمو او چغارو شي؛ (درېیم) د شپې روستی ساعت، چې سبا کېږي او دوه پرښتې غږ کوي: کوم توبه کوونکی شته، چې توبه یې قبوله کړم؟کوم سوالګر شته، چې ورکول شي؟ ایا کوم بښنه غوښتونکی شته، چې وبښل شي؟ ایا کوم اړمن شته؟ نو د دې الهي بلونکي بلنه ومنئ.

د سپیده داغ او لمر راختو ترمنځ د روزۍ په لټه کې شۍ، چې ( د روزۍ تر لاسه کولو لپاره) پر ځمکه تر ګرځېدو اغېزمنه ده او دا هماغه وخت دی، چې خدای د خپلو بندګانو ترمنڅ روزي ویشي.

: سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني روایتي ټولګه

[1] بقره – ۱۸۷

[2] نسا – ۱

[3] بقره ۱۸۵

[4] ( په دې ډول روایاتو کې سیمه او پکې د مېشتو خلکو ځانګړنې په پام کې نیول شوي او ټولیزه بڼه نلري)

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!