تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ له تیارې تر رڼا؛ د انسان د عقل، معرفت او روحاني ویښتیا سفر خپلې خبرې : انسان، د هستۍ په پراخ ډګر کې، یوازینی موجود دی چې د خپل شتون په اړه پوښتنه کوي، د خپل برخلیک د مانا د موندلو هڅه کوي او د حقیقت د درک لپاره له محسوساتو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

له تیارې تر رڼا؛ د انسان د عقل، معرفت او روحاني ویښتیا سفر

خپلې خبرې :

انسان، د هستۍ په پراخ ډګر کې، یوازینی موجود دی چې د خپل شتون په اړه پوښتنه کوي، د خپل برخلیک د مانا د موندلو هڅه کوي او د حقیقت د درک لپاره له محسوساتو تر معقولاتو، او له ظاهره تر باطنه اوږد فکري او روحاني سفر وهي. د همدې ځانګړنې له امله، د انسان د ژوند اصلي ارزښت نه د هغه په فزیکي جوړښت کې نغښتی او نه هم یوازې د هغه په مادي لاسته راوړنو کې؛ بلکې د هغه په عقل، ادراک، معرفت او د حقیقت د شهود په وړتیا کې پروت دی. همدا ځانګړنه ده چې انسان د طبیعت له نورو موجوداتو بېلوي او د هغه د خلافت، مسؤولیت او مانیز لوړوالي بنسټ جوړوي.

د بشري تفکر په تاریخ کې د «حقیقت» موندنه تل د فلسفې، عرفان او الهي ادیانو تر ټولو ستره موخه پاتې شوې . هر فکري ښوونځي هڅه کړې چې د هستۍ د رازونو پرده پورته کړي او د انسان او کایناتو ترمنځ د اړیکې څرنګوالی روښانه کړي. خو د اسلامي حکمت په بهیر کې دا هڅه یوازې د عقل په منطقي استدلال نه ده محدوده شوې؛ بلکې وحي، عقل، شهود، الهام او عرفاني تجربه ټول د حقیقت د موندنې د یوه واحد سفر بېلابېل پړاوونه ګڼل شوي. په همدې ځای کې د اشراقي حکمت ښوونځی د اسلامي فلسفې په تاریخ کې ځانګړی اهمیت پیدا کوي، ځکه هغه د عقل او اشراق، برهان او عرفان، فکر او ذوق، او علم او حضور ترمنځ داسې همغږي رامنځته کړه چې د اسلامي فلسفي تفکر نوې افقونه یې پرانیستل.

شهاب‌الدین یحیی سهروردي، چې د «شیخ اشراق» په نوم شهرت لري، د همدې ژور فکري بدلون ستر استازی دی. هغه په داسې زمانه کې راڅرګند شو چې فلسفي بحثونه تر ډېره د منطقي استدلال او مفهومي تحلیل تر چوکاټ پورې محدود شوي وو؛ خو سهروردي د اسلامي حکمت د پخوانیو سرچینو، قرآني معارفو، نبوي ښوونو، عرفاني تجربو او فلسفي برهانونو ترمنځ نوی پیوند ټینګ کړ او ویې ښووله چې عقل، که د معرفت په نور روښانه نه شي، د حقیقت وروستي منزل ته نه رسېږي. د هغه په اند، هستي په خپل ټول غونډال یا نظام کې د نور د مراتبو یوه لړۍ ده، او هر موجود د خپل وجود په اندازه د همدې نور څرګندونه کوي. انسان هم هغه مهال خپل حقیقي مقام ته رسېږي چې د طبیعت له تیارو، د جهل له پردو او د نفس له زندانه ووځي او د عقل، معرفت او اشراق په رڼا کې د حقیقت ننداره وکړي.

د سهروردي په لید کې «نور» یوازې یوه استعاره نه ده، بلکې د وجود بنسټیز حقیقت دی. لکه څنګه چې تیاره په خپل ذات کې هېڅ خپلواک حقیقت نه لري او یوازې د رڼا نشتوالی دی، همدارنګه جهل، غفلت او بې‌خبري هم د معرفت د نور نشتوالی دی. له همدې امله، ژوند او مړینه هم په اشراقي حکمت کې نوی مانیز تعبیر مومي. ژوند یوازې د بدن حرکت، د زړه درزا او د حواسو فعالیت نه دی؛ حقیقي ژوند هغه دی چې د عقل په رڼا، د ادراک په ژورتیا او د معرفت په حضور کې تحقق پیدا کړي. په مقابل کې، هغه انسان چې د حقیقت له ادراکه بې برخې وي، که څه هم د ژوند ټول فزیکي نښې ولري، د اشراقي حکمت له نظره لا هم د روحاني مړینې په تیاره کې ژوند کوي.

دا لیدلوری په حقیقت کې له یوې نوې زاویې د انسان د وجود ارزونه کوي. د انسان کمال نه د ځواک په ډېروالي کې دی، نه د شتمنۍ په راټولولو کې، نه د شهرت په پراخوالي کې او نه هم د ظاهري تمدن په پرمختګ کې؛ بلکې د هغه په باطني ودې، د عقل په صفا، د زړه په روښانتیا او د معرفت په ژورتیا کې دی. همداراز، د سهروردي په اند طبیعت د انکار وړ نه دی، خو په طبیعت کې بند پاتېدل ستره غفلت دی. طبیعت د حقیقت وروستۍ مرتبه نه، بلکې د یوه لوړ او برتر وجود نښه ده. څوک چې په نښه کې بند پاتې شي، له حقیقته محرومېږي؛ او څوک چې له نښې تر معنا، او له صورت تر حقیقته سفر وکړي، د اشراق، بصیرت او روحاني ژوند خاوند ګرځي.

د معاصر انسان یوه لویه ستونزه دا ده چې د معلوماتو له پراخوالي سره سره، د معنا له کمښت سره مخ دی. تمدن پرمختګ کړی، خو انسان لا هم د خپل ځان، د خپل مبدأ، د خپل معاد او د خپل حقیقي رسالت په اړه له ژورو پوښتنو سره لاس او ګرېوان دی. مادي اسانتیاوې ډېرې شوې، خو روحاني سکون کم شوی؛ د طبیعت د اېل و تسخیر وزلې پراخې شوي، خو د نفس د تزکیې لارې کمزورې شوي. په داسې شرایطو کې د اشراقي حکمت بیا لوستل یوازې د یوه تاریخي فلسفي ښوونځي مطالعه نه ده، بلکې د انسان د فکري او روحاني هویت د بیا موندلو یوه اړتیا ده.

همدا لیکنه د همدې اړتیا له احساسه سرچینه اخلي. دلته هڅه شوې چې د سهروردي د اشراقي حکمت هغه بنسټیز مفاهیم وڅېړل شي چې د عقل، نور، ادراک، معرفت، جهل، غفلت، روحاني زیږون، شرح صدر، توحید او مانیز کمال په اړه یې وړاندې کړي. دغه مفاهیم یوازې د فلسفي بحثونو موضوع نه، بلکې د انسان د عملي ژوند، اخلاقي ودې او روحاني روزنې له بهیر سره مستقیم تړاو لري. له همدې لامله، په دې لیکنه کې د سهروردي نظریات د قرآن کریم د آیتونو، نبوي احادیثو، اسلامي عرفان او حکمت د سترو مفکرانو د افکارو په رڼا کې تحلیل شوي، څو لوستونکی د اشراقي فلسفې د ژورې مانا تر څنګ، د هغې تربیوي، اخلاقي او وجودي اړخونه هم درک کړي.

هیله ده چې دا اثر د اسلامي فلسفې او اشراقي حکمت د مینه‌والو، د لوړو زده کړو د محصلانو، د فلسفې او عرفان د څېړونکو او د حقیقت د لټوونکو لپاره د تأمل، تفکر او علمي څېړنې یوه ګټوره سرچینه وګرځي، او لوستونکی دې ته وهڅوي چې د معلوماتو له راټولولو ورهاخوا، د معرفت د نور، د عقل د صفا او د روح د بیدارۍ پر لور هم سفر وکړي؛ ځکه د اشراقي حکمت په ژبه، د انسان حقیقي ژوند هغه مهال پیلېږي چې د حقیقت رڼا د هغه د زړه په افق کې راوخېژي.

په رڼا باندې مین یم

خو تیارو نه ویریږم

زه پښیمان په ګناه نه یم

خو پرې نه غاوره کیږم

پرون تخم ووم نن ګل یم

صبا بیا به خاوره کیږم

زه د باد یوه څپه یم

په صحرا په باغ تیریږم

کله باد کله باران شم

کله اور کې وسوزیږم

خو زه ځم په مخه ځمه

که ودریږم که ورکیږم

چې د رنګ په جهان ورشم

یو رنګین د بُوډۍ ټال شم

رنګارنګ رنګین جمال کې

سپینه شمع شم ګډیږم

چې د مستو په محفل کې

په ساقي او په جام ورشم

لیونی شانتي خمار شم

په خوبونو کې خوریږم

چې جهان تیاره تیاره شي

اور شي تندر شي عذاب شي

زه پښتون د پښتو غر شم

نه ویریږم نه نړیږم

چې د علم په جهان کې

د هوښیارو خوا کې کینم

هم هغوی پورې خندا کړم

هم په ځان پورې خندیږم

په فکرونو لیونی شوم

په لټون لټون شوم ستړی

خو آخر دغې له راغلم

نه پوهیږم نه پوهیږم

خو زه ځمه ځمه ځمه

تل روان یمه په مخ

یو مقام ته ور روان یم

یو مقام ته به رسیږم

چې په لاره کې څه راغلل

که تیاره وي که رڼا

زه رڼا کې یم خوشحاله

خو تیارو نه نه ویریږم

لرلیک

د حکمتِ اشراق په رڼا کې د مړینې او عقلاني ژوند حقیقت.. 1

د نور هڅه (سعي) او د انسان د وجود دوه اړخیز تعادل. 8

د حواسو مادي کثرت په مقابل کې د لایتناهي معقول کمال. 11

د قرآن باطني نور، د عشق سوز او د باطني استعداد سکوت.. 13

په رڼا باندې مین یم
خو تیارو نه ویریږم

…..

خو زه ځمه، ځمه، ځمه
تل روان یمه په مخ
یو مقام ته ور روان یم
یو مقام ته به رسیږم

دا پورتنۍ شپږ کرښې د دې ټولې لیکنې روح بیانوي:

  • رڼا (اشراق)
  • تیاره (جهل)
  • سفر (تکامل)
  • مقام (کمال)

 

د سهروردي په اند، واقعي ژوند هماغه عقلاني ژوند دی

سهروردي وايي چې د خوند څکونکی عقل دی، او د دې څکلو سرچینه د واجب الوجود مقام، ملاء اعلا او د رڼا (نور) د نړۍ عجایب دي: « فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِيكٍ مُقْتَدِرٍ». ښه، څوک دا د خوند شربت موږ ته څکوي؟ وایې: « وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا» دلته ساقي پخپله الله دی.

د حکمتِ اشراق په رڼا کې د مړینې او عقلاني ژوند حقیقت

سهروردي وايي:
حق تعالی د خپل جلال له انوارو هغه ته شربتونه ورکوي، (تفسیر: یعنې په هغه مېلمستیا کې کوربه خدای دی) داسې روحاني شراب لکه څنګه چې یې وفرمایل « وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا»؛ دا ډله د طبیعت له بوختیاوو او مړینې ژغورل کېږي. (د بوختیاوو دا مړینه ډېره مهمه نکته ده چې باید تشریح شي) او له تیارو راووتل او د ژوند له سرچینې او حقیقي روحاني سیندونو سره یوځای شول چې « لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ» او په بل ځای کې یې وویل « يَسْعَى نُورُهُمْ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ (حدید/۱۲) ».

د سهروردي حکمت، نوري حکمت دی.
د طبیعت د بوختیاوو مړینه:
سهروردي له مړینې او ژونده یو بل مفهوم وړاندې کوي.

کله چې موږ د مرګ او ژوند، مړینې او ژوندي کېدلو په اړه خبرې کوو، دا یو عادي مفهوم لري چې هرڅوک پرې پوهېږي چې مرګ څه مانا او ژوند څه مانا لري. ژوند همدا ژوند دی؛ هغه موجود چې خوځي، ګرځي، خوري او ویده کېږي. او مړینه دا ده چې نور دا حواس او سترګې پټېږي، حرکته لوېږي او هدیرې ته ځي. دا یوه عادي مانا ده. خو د حکیم سهروردي ځیرک لید تر دې یو څه وړاندې تللی دی.

د طبیعت بوختیاوې مړینه ګڼي. پخپله طبیعت مړینه نه ده، بلکې د طبیعت بوختیاوې مړینه ده.
د طبیعت بوختیاوې څه مانا؟ مانا دا چې کوم څوک له طبیعت او د طبیعت له اثارو پرته بل څه نه ویني. دا په حقیقت کې مړ دی. مړ په څه مانا؟ مانا دا چې عقلاني ژوند ته یې لاره نه ده موندلې.

 واقعي ژوند؛ له بیولوژیکي ساه اخیستلو تر عقلاني ادراکه

د سهروردي په اند، واقعي ژوند هماغه عقلاني ژوند دی. ادراکي ژوند دی، اصلاً ژوند روښنايي او درک دی. هلته چې درک نه وي، ژوند نشته، که څه هم څوک ساه واخلي. که د یو چا ساه چلېږي، نبض یې خوځي، خو هېڅ ډول ادراک ونلري، ایا دا ژوندی دی که نه؟
نه.

 له طبي اړخه ښايي ژوندی وي. د حجرې (ژوندینکې) له طبیعي اړخه… او نباتي ژوند لري. خو انساني ژوند چې هماغه ادراک دی، نه یې لري. انساني ژوند ادراک دی او ادراک نور (رڼا) دی.

د طبیعت بوختیاوې؛ یعنې څوک چې په طبیعت کې داسې بوخت وي چې له غیرِ طبیعت څخه غافل پاتې شي. مانا دا چې فکر یې په طبیعي ژوند پورې محدود شوی وي. کله چې (فکر) محدود شي، مانا دا چې کنګل (منجمد) کېږي؛ یعنې له طبیعت هخوا بل څه نه ویني. بوختیاوې (شواغل) مانا هغه څه چې تاسو بوخت وساتي او د بل افق د لیدلو مخنیوی مو وکړي. پخپله طبیعت کې کوم عیب نشته. تاسو په طبیعت کې ګرځېدلای او سېل کولای شئ، طبیعت خپل افقونه لري؛
 « سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ  (فصلت/۵۱)»

خو، بوختیاوې (شواغل) مانا دا چې ته بوخت شوې، مشغول شوې او طبیعت ستا بوختوونکی شو، ته یې مشغول کړې.
دا څه مانا چې؛ مشغول یې کړې ؟ یعنې دا چې له غیرِ طبیعته یې وګرځولې (بې برخې یې کړې). مانا دا چې داسې وینې چې یوازې طبیعت شته او له طبیعت هخوا بل څه نه وینې. حال دا چې پخپله طبیعت د بل څه مخلوق او اثر دی. اصلاً طبیعت له کوم ځایه پیدا شوی دی؟

طبیعت خو اصل نه دی؛ د طبیعت د کلمې ریښه د مهر یا ټاپه وهلو یا چاپولو په مانا ده، یعنې دا د هستۍ د نړۍ له یو رښتیني واقعیته یو انځور او نقش دی چې پر دې نړۍ لګېدلی. اوس که څوک په دې انځور پورې داسې زړه وتړي چې له انځورګره غافل شي، دا کس انځور خو ویني، خو د انځورګر له لیدلو بې برخې دی.

دا یو ډول مړینه ده. په بله او روښانه وینا، سهروردي «جهل» (ناپوهي) یا «غفلت» پخپله مړینه ګڼي. په غفلت کې ناپوهي نغښتې او غفلت پخپله د ناپوهۍ له اثارو دی.

شونې ده یو څوک عالم وي؛ خو غافل هم وي، یعنې خپل علم هېر کړي. غفلت او ناپوهي هلته رامنځته کېږي چې یو ډپ یا دېوال جوړ شي؛ داسې دېوال چې ته یې تر شا هېڅ نشې لیدلای. د ناپوهۍ د دېوال تر شا لیدل ناشوني دي، په تېره که دا ناپوهي له تعصب سره مل وي چې بیا خو حالت لاپسې بدترېږي.

موږ دوه ډوله جهل (ناپوهي) لرو؛ یو معصومانه ناپوهي ده، لکه د هغه ماشوم په څېر چې په ډېرو شیانو نه پوهېږي، خو د پوهېدو او زده کړې چمتووالی لري. یا لکه یو عام انسان چې په ډېرو مسایلو نه پوهېږي، خو زړه یې د پوهېدو او درک لپاره چمتو دی؛ دا معصومانه ناپوهي ده او دا کوم عیب نه ګڼل کېږي. په عاميتوب کې یې فهم او پوهه نغښتې؛ یعنې د درک او فهم لپاره چمتووالی لري او په لاره روان دی. خو یوه داسې ناپوهي (جهل) هم شته چې په دېوال او ډپ بدلېږي؛ مانا دا چې له تعصب سره مل وي او نور نه غواړي له دغې ناپوهۍ پورته ولاړ شي، دغه «جهل مرکب» دی. دا خو یا دا ده چې انسان متعصب دی او یا دا چې نه پوهېږي چې نه پوهېږي.

 معصومانه ناپوهي (جهل معصوم) داسې ده چې انسان نه پوهېږي، خو پوهېږي چې نه پوهېږي. خو نامعصومه ناپوهي هغه حالت دی چې انسان یا غواړي دا ناپوهي له تعصب سره یوځای وساتي او یا دا چې نه پوهېږي چې نه پوهېږي. داسې څوک د ځان مخې ته یو اوسپنیز دېوال یا ډپ دروي، د تل لپاره یې د سترګو په وړاندې لاره تړل کېږي او په تیاره کې زنداني کېږي.

ناپوهي تیاره ده. نه پوهېدل تپه‌تیره ده.
د سهروردي له نظره تیاره یو ډول مړینه ده؛ مړ کېدل دي. ولې ژوند نه دی؟
حیات یا ژوند زموږ حکیمانو تعریف کړی او پخپله حکیم سهروردي هم دا تعریف مني. زموږ متکلمینو هم ژوند همدا ډول مانا کړی او د ژوند مانا یې له دې اخستې چې الله تعالی «حی» دی.  

«حی» د الله  له صفاتو دی، الله تعالی ژوندی دی.

«حي» یعنې ژوندی، دا څه مانا لري؟
ایا مانا یې نباتي ژوند دی؟
ایا مانا یې حیواني ژوند دی؟
اصلاً ژوند یا حیات څه مانا لري؟
د زړه بیداري او د شرحِ صدر په رڼا کې د یقین مرتبې

ژوند یې داسې مانا کړی دی: «الحیّ هو الدرّاک الفعّال» (ژوندی هغه دی چې درک کوونکی او عمل کوونکی وي).
څومره ښکلی یې مانا کړی! په ژوند کې دوه بنسټیزې ځانګړنې نغښتې.
اصلاً د ژوند ذات له دوو شیانو جوړېږي: درک او عمل؛ «هو الدرّاک الفعّال».

رښتنې ژوند په درک او عمل کې نغښتی دی، ژوند هلته مانا پیدا کوي، چې درک او عمل دواړه وي، چېرته چې درک او عمل وي، هلته ژوند وي.
البته کله چې درک رښتینی وي، عمل هم ورپسې وي. درک هېڅکله بې اغېزې نه وي، بلکې عمل خامخا له ځان سره لري.

که ژوند په درک او عمل کې راونغاړو، نو هغه چې لا د درک خاوند نه دی خو د پوهېدو هڅه کوي، مړ نه دی؛ بلکې د ژوندي کېدو او لوړو رتبو ته د رسېدو په حال کې دی. خو که چا د تعصب له لامله د خپلې ناپوهۍ پر وړاندې دېوال هسک کړ، یا په مرکب جهل کې ښکېل شو او په خپله ناپوهۍ پوه نشو، نو هغه د تل لپاره په توره تیاره کې بند پاتې کېږي چې رښتینې مړینه همدا ده. دا ډول انسان که څه هم فزیکي او فیزیولوژیکي خوځښت لري، خو دا رښتنې ژوند نه ګڼل کېږي.

ژوند په درک او عمل کې نغښتی، چېرته چې درک نه وي، ژوند مانا نلري. د سهروردي په اند، ژوند هماغه درک او عمل دی، خو په دې شرط چې چورلیز یا محور یې درک وي؛ ځکه عمل پخپله له درک څخه زیږېږي. که یو عمل بې له درک او پوهې ترسره شي، هغه یا اصلاً عمل نه ګڼل کېږي او یا هم کوم ارزښت نلري.

نو ځکه کله چې هغه د مړینې یادونه کوي، ناپوهي پخپله مړینه بولي او په رښتیا هم چې ناپوهي مړینه ده. څوک چې د درک او پوهې خاوند نه وي، هغه مړ دی. دا هغه ارزښتمن مفهوم دی چې موږ یې په نبوي او دیني روایاتو کې هم ګڼې بېلګې لرو.

حضرت علي وايي :

العُلَماءُ باقونَ ما بَقِيَ الدَّهرُ .

جاهلان په اصل کې مړي دي؛ که څه ساه اخلي، خو یوازې ساه اخیستل ژوند نه ګڼل کېږي. که څه انسان په پیل کې ناپوه وي او دا پخپله کوم عیب نه دی، خو باید پوره هڅه وکړو چې د خپل ځان مخې ته د جاهلانه تعصب دېوالونه هسک نه کړو.

مولوي وايي :

این جگرها خون نشد نه از سختی است

غفلت و مشغولی و بدبختی است

خون شود روزی که خونش سود نیست

خون شو آن وقتی که خون مردود نیست

« دا زړونه او ځګرونه که نن له درده د وینې ګوټونه نه شول، لامل یې د هغوی سختوالی نه دی؛ بلکې دا د غفلت، بې ځایه مصروفیتونو او بدبختۍ له امله دي. دا زړه به بالاخره یوه ورځ د پښېمانۍ له سوزه ویلي او د وینې په څېر به روان شي، خو په هغه ورځ به دا پښېماني هېڅ ګټه ونلري. نو دا زړه دې همدا اوس (په دې ژوند کې) له درده د وینې ګوټ شي، ځکه نن ورځ دا وینه کېدل او اوښکې تویول ردیږي نه، بلکې د قبلېدو چانس لري.»

دا خورا رڼه او مهمه نکته ده؛ د زړه د وینې کېدلو مانا د جهل او غفلت پر وړاندې پوره هوښیاري او بیداري ده، ځکه غفلت پخپله د ناپوهۍ له ځانګړنو دی؛ نو ځکه غفلت او ناپوهي، په تېره متعصبانه او مرکب جهل، تر ټولو بد او سخت دېوال دی چې د انسان د پرمختګ مخه نیسي. انسان په پیل کې د فطرت له مخې ناپوه وي او چې کله نړۍ ته راځي نو په هېڅ نه پوهېږي، خو د هغه روح او ذهن پرانیستی وي او د پوهې لور ته مخکې ځي. اصلاً د انسان د ذات اصلي ځانګړنه همدا پرانیستواله یا انفتاح ده؛ داسې پرانیستواله چې د نړۍ او هستۍ حقایق پکې ځایدلای شي.

 شرح صدر (د زړه پرانستېدا) همدغه دی؛ چې د انسان سینه پرانستې وي. شرح صدر دا مانا نه لري چې د انسان ظاهري سینه پرانستې او لویه وي، ځکه دا خو یو ډول ناروغي ده. شرح صدر یعنې دا چې ستاسو ذهن پرانستی وي او د هستۍ نړۍ ته ستاسو د ادراک کړکۍ پرانیستل شوې وي. کله چې دا کړکۍ پرانستل شي، نو رڼا (نور) پکې منعکسېږي او ځلېږي. خو کله چې دې د رڼا او د معرفت د نور پر مخ دروازه وتړله، نو په تلپاتې تیاره او ظلمت کې به پاتې شې او تر دې بل بدتر رنځ او عذاب نشته.

« لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ » هم همین معنی را میدهد.

نو په دې توګه د سهروردي په اند د ژوند اصلي تله او معیار ادراک دی او انسان باید د عقل او پوهې له لارې خپل روح او ځان د ژوند روښانه دیار، یا د رڼا نړۍ (نورستان) ته ورسوي. که څوک د معرفت دې رڼا ته لاره ونه مومي، هغه په حقیقت کې مړ دی او یوازې یو بې‌روحه نباتي ژوند لري « لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ » مانا هم همدې حقیقت ته اشاره کوي.

مولونا بلخی وايي :

بی‌حجابت باید آن ای ذو لباب

مرگ را بگزین و بر دران حجاب

نه چنان مرگی که در گوری روی

مرگ تبدیلی که در نوری روی

« اې د عقل او پوهې خاونده! که غواړې چې حقیقت درته بې پردې او ښکاره شي، نو همدا اوس د مړینې لاره غوره کړه او د (مادې او غفلت) پردې وشلوه. مګر دا مړینه داسې نه ده چې ته د خاورو لاندې قبر ته لاړ شې؛ بلکې دا د خپل ځان او حالت داسې یو بدلون دی چې ته د معرفت رڼا او روښانتون ته ننباسي»

کله چې مړینه راځي، ځینې انسانان خاورو ته سپارل کېږي، خو ځینې نور بیا د رڼا نړۍ او روښانتون ته ننوځي؛ کټ مټ همدا حالت ته “بدلیدونکې مړینه” وايي. دا له تیارو د رڼا لور ته او له جهله د علم په لور یو رښتینی اوښتون دی. په دې پړاو کې د معرفت په کیمیا د انسان د مادي شتون مس په سرو زرو بدلېږي، ځکه معرفت پخپله هغه کیمیا ده چې د انسان وجود ته ارزښت بښي. له ناپوهۍ د دانایۍ په لور دا لېږد، که څه د تېر حالت مړینه ده، خو په حقیقت کې یو نوی روحاني زیږون او دویم ځلي ژوند ته د پښې اېښودلو په مانا دی.

دوه زره کاله پخوا، ارسطو د یوه نااسلامي فیلسوف په توګه لا هم په دې باور و چې انسان باید یو دویم ځلي روحاني زیږون ومومي. دا نوې زیږون په اصل کې د مولانا هماغه مانیز اوښتون دی، چې انسان پکې له جهله د علم په لور ګام اخلي. په همدې توګه حضرت عیسی (ع) فرمایلي دي: ” لَنْ یَلِجَ مَلَکُوتَ السَّمَوَاتِ مَنْ لَمْ یُولَدْ مَرَّتَیْنِ  – څوک چې دوه ځلي ونه زیږېږي، د اسمانونو ملکوت او سپېڅلې نړۍ ته لاره نشي موندلای. “

لومړی هغه طبیعي زیږون دی چې انسان له موره زېږیږي او په دې پړاو کې له پوهې بې برخې وي. خو دغه انسان باید یو بل نوی زیږون هم تجربه کړي؛ داسې یو زیږون چې انسان پکې پخپله د خپل وجود له زیلانځه (رَحِم) وزیږېږي. دی اوس د مادي طبیعت په زیلانځ  (رَحِم) کې دی او باید یو روحاني “ځان” له دغه مادي او طبیعي رَحِم له زړه راوباسي. هغه دویم “ځان” چې په روحاني، علمي او ادراکي انوارو سمبال دی، هماغه دویم ځلي مانیز زیږون دی. که چا دغه نوی مانیز بدلون وموند، نو د رڼا او رښتیني ژوند روښانتون ته ننووت، که نه، نو د مادي طبیعت په دغه تور تم کې به د تل لپاره ایسار پاتې شي

د اوښتون او بدلون مفهوم خورا بنسټیز او مهم دی؛ دا مانیز اوښتون داسې نه دی چې په یو ځانګړي عمر یا ټاکلي وخت پورې تړلی وي، بلکې دا شېبه په شېبه جریان لري. ښه ورځیر شئ؛ انسان ته دا نه ده پکار چې په تمه کېني ترڅو د بدلون وخت یې راورسي، ځکه دا اوښتون هره شېبه رامنځته کېږي.

اصلاً دا نړۍ، د اوښتون او بدلون نړۍ ده؛ کائنات هره شېبه په بدلون کې دي او انسان هم باید د معرفت او بصیرت یا لیدانې په نړۍ کې په دوامداره توګه د ځان جوړونې په حال کې وي. تاسو باید هره شېبه د پوهې لور ته یو ګام وړاندې ولاړ شئ. د چا چې دوه ورځې یا دوه شېبې سره یو شان وي، په حقیقت کې یې خپل مانیز ژوند بایللی. دا اوښتون شېبه په شېبه په انسان کې ترسره کېږي او وخت هم په پرله پسې توګه په بدلون کې دی.

موږ په خپل ذات کې زماني موجودات یو او په زمانه کې راغورځول شوي یو؛ په دې مادي نړۍ کې زموږ شتون له وخت او زمانې سره تړلی دی. دا ژوند په حقیقت کې یو پرله پسې اوښتون او بدلون دی، نو انسان باید په دوامداره توګه د مانیز لوړاوي او کمال په لور روان وي. څوک چې د روحاني کمال او لوړاوي تنده نلري، په اصل کې مړ دی؛ ځکه له مانیز پرمختګه یوه شېبېه غافل پاتې کېدل په خپله مړینه ده.

لوړاوی (تعالي) څه مانا لري؟ انسان څنګه کمال ته رسي او دا مانیز اوج څه شی دی؟ تعالي په حقیقت کې پورته تلل او د بره کېدو په مانا ده. خو دا بره تلل یعنې کوم لور ته تلل دي؟ ایا مانا یې دا ده چې په الوتکه کې سپاره شو او څو زره متره اتموسفیر ته پورته ولاړ شو؟ نه، دا مادي پورته والی هېڅکله مانیز اوج نه دی او اصلاً روحاني لوړاوی نه ګڼل کېږي.

رښتنې لوړاوی  له آره، روحاني او ادراکي کمال دی. موږ په مادي او جسماني نړۍ کې د واقعي بره او ښکته په نامه څه نلرو؛ ځکه دا مفاهیم بشپړ نسبي دي. اصلاً کائنات خپلواک بره او ښکته، یا ښي او کیڼ نلري. کله چې ستاسو فضايي موقعیت بدل شي، دا لوري هم ورسره اوړي. که تاسو د مریخ کُرې ته ولاړ شئ، هلته د مځکې په څېر بره والی نشته؛ خو دلته انسان فکر کوي چې هغه لور بره دی. په مادي نړۍ کې په اصل کې نه بره شته او نه ښکته، او څه پوهېږې، شاید زموږ همدا ځای د کائناتو بره برخه وي.

مولانا بلخی وايي :

قرب نه بالا نه پستی رفتنست

قرب حق از حبس هستی رستنست

 نیست را چه جای بالا است و زیر

نیست را نه زود و نه دورست و دیر

کارگاه و گنج حق در نیستیست

غرهٔ هستی چه دانی نیست چیست

د نور هڅه (سعي) او د انسان د وجود دوه اړخیز تعادل

« د حق تعالی نږدېوالی (قربت) په مادي توګه بره تلل یا ښکته راتلل نه دي؛ بلکې د خدای قرب د مادي شتون او د نفس له بنده او زندانه خلاصېدل دي. د نشتوالي او فناء (نيستي) په مقام کې بره او ښکته هېڅ مانا نلري؛ ځکه په دغه روحاني مقام کې نه وخت شته (ژور او ناوخته) او نه هم فاصله (لیرې او نږدې). د حق تعالی د قدرت کارځای او د هغې حقیقي خزانه په همدې نشتوالي او فناء کې پټه ده؛ نو ته چې د خپل مادي شتون (هستي) په غرور کې ډوب یې، څه پوهېږې چې دا رښتنې فنا او نېستي څه شی ده»

رښتنې لوړاوی د ادراک او پوهې کمال دی. کله چې د یو چا ادراک او شعور وده وکړي، په حقیقت کې هغه پورته ځي. ایا هغه څوک چې د بصیرت خاوند دی، له بې‌خبره انسان څخه په لوړه رتبه کې نه راځي؟ او ایا هغه څوک چې د پوهې په رڼا پسې ډېر وړاندې تللی، له هغه چا څخه چې لږ پوهېږي بره نه دی؟ بې شکه چې همدا پوهېدل او د درک خاوند کېدل پخپله رښتنې لوړاوی دی.

رښتنې لوړاوی او واقعي کمال پورته تلل دي، چې دا حقیقت نه یوازې د ادراک په تله کې، بلکې په دیندارۍ کې هم صدق کوي. ایا دین په یوه پړاو کې ودرېدل دي که مانیز اوج ته رسېدل دي؟ دین پخپله یو پرله پسې یون او مانیز لوړاوی دی. که په دیندارۍ کې پوهه او کمال ته لوړېدل نه وي او انسان په یوه بڼه کې کنګل پاتې شي، ایا داسې څوک رښتینی دینداره ګڼل کېدلای شي؟ دین تل له معرفت سره مل دی، بلکې دین پخپله د معرفت لویه ثمره ده. ایا دین مذهب له معرفت څخه بېلیدلای شي؟ هیڅکله نه!

حدیث نبوي : « لا دین لمن لا عقل له – چې عقل نه لري، دین نه لري »

که دین د معرفت او پوهې ثمره وي، کټ مټ لکه څنګه چې معرفت او بصیرت مانیز لوړاوی (تعالي) لري، دین هم باید د کمال لور ته روان وي. په دې توګه د انسان عقیده او باور هم لا پسې پیاوړی کېږي. خو هغه چې په خپل حالت کې کنګل پاتې دی او بیا هم لویې لویې ادعاوې (لاپې شاپې) کوي، ایا داسې څوک مانیز لوړاوی لري؟

 نه! نو ځکه، موږ باید تل د مانیز لوړاوي او پرمختګ قدر او ارزښت وپېژنو.

اصلاً داسې ویلای شو چې د ایمان په زینه د ختلو لاره معرفت او پوهه ده چې انسان د یقین تر مقامه رسوي. پخپله یقین هم بېلابېل پړاوونه او درجې لري؛ لوړ او لا پسې لوړ، او د دغه کمال تر ټولو هسک برید هېڅ تمځای نلري، ان تر دې چې روح بالاخره دغه ابدي او سپېڅلي مقام ته ورسي: “فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِیکٍ مُقْتَدِرٍ”.

 سعدي وايي :

رسد آدمی به جایی که به جز خدا نبیند

 بنگر که تا چه حد است مکان آدمیت

« انسان د مانیز کمال داسې یوه مقام ته رسېدلی شي، چې له حق تعالی پرته بل هېڅ حقیقت ونه ویني؛ نو په غور سره وګوره چې د انسانیت او بشري کمال حد او مرتبه تر کومه ځایه هسکه ده»

 خو له بده مرغه، د انسان دغه هسک او مانیز مقام ډېری وخت د رښتیني غفلت او هېرېدو قرباني کېږي. د طبیعت په لومه کې نښتل بل هېڅ نه دي، بلکې په مادي بوختیاوو کې داسې ډوبېدل دي چې انسان د خپل ځان او حقیقت پر وړاندې بې‌خبره پاتې شي. او کله چې دا بې‌خبري پر انسان واکمنه شي، پایله یې دا وي چې هغه خپل مبداء (پیل او د خلقت سرچینه) او معاد (پای او ابدي برخلیک) دواړه په بشپړه توګه هېر کړي.

په نننۍ مادي نړۍ کې د هستۍ د پای او غایت پېژندنې ویینه کمرنګه شوی، ځکه د نن ورځې بشر د ژوند د وروستي مقصد په اړه ډېر سر نه خوږوي. که څه هم د نننۍ نړۍ انسان د سبا فکر کوي، خو سبا ته د وروستي هدف په توګه نه ګوري، بلکې یوازې په دې باور دی چې سبا باید تر نن غوره او مادي اسانتیاوې پکې ډېرې وي. هغوی د نهایي او ابدي غایت په اړه له فکره لوېدلي دي او د لومړني خلقت په هکله هم د بیګ بینګ (لویې چاودنې – big bang) له تیورۍ هخوا ګام نه پورته کوي. په دې توګه، انسان د ژوند په همدې مادي او منځني پړاو کې داسې ښکېل او بوخت شوی، چې د خپل خلقت سرچینه (پیل) او د روح ابدي برخلیک (پای) یې دواړه په بشپړه توګه هېر کړي.

سهروردي وايي : د مادي بدن د اسارت او زندان دروند بار ترې لرې کېږي؛ ځکه رښتینی او ابدي ژوند په هغې مانیزې نړۍ کې نغښتی ، لکه څنګه چې حق تعالی په خپل کلام کې ویلي: « وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (عنبکوت/۶۴) »

« يَسْعَى نُورُهُمْ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ (حدید/۱۲) »

« نُورُهُمْ» 

دوی څوک دي؟ دوی د معرفت خاوندان دي، د عقل او بصیرت خاوندان دي. هغه کسان چې د معرفت خاوندان وو او عرفاني او معرفتي لوړوالی یې درلود، د نور په مټ یې لوړوالی وموند.
“يَسْعَى” په دې معنی چې هڅه او هاند؛ داسې نه وايي چې دا خلک هڅه کوي او روان دي.
د نور د هڅې (سعي) معنی څه ده؟

نور، د دوی معرفت دی، د دوی درایت او عقل دی. نور هڅه کوي، کوشش کوي، نور رڼا شیندي، لاره پرانیزي. د نور کار څه دی؟

د لارې پرله پسې روښانه کول دي، پراخوالی په پراخوالي پسې دی. “يسعى” په دې معنی چې نور دوی مخکې بیايي.
وروسته وايي “بَيْنَ أَيْدِيهِمْ”. دا ” أَيْدِيهِمْ ” څه معنی لري؟ دوه لاسونه. ولې وايي دوه لاسونه؟

دا ویل غواړي چې انسان دوه اړخونه لري. د اعتدال (منځلاريتوب) خبره کوي. هم کیڼ لاس لري، هم ښی لاس. هم جسد (تن) لري، هم روح. هم دنیا لري، هم اخرت.

پام وکړئ. انسان یوازې اخروي نه دی. یوازې دنیوي هم نه دی. ډېری ژوي یوازې دنیوي دي. پرښتې یوازې اخروي دي؛ خو انسان هم دنیا ده او هم اخرت. هم جسم دی، هم نفس او روح دی. هم یمین (ښی اړخ) دی او هم یسار (کیڼ اړخ) دی.

« أَيْدِيهِمْ» (د دوی مخې ته)؛ دا نور، ځکه چې د عقل نور دی، د درایت او بصیرت نور دی. نو ځکه د دې نور سعي (هڅه او حرکت) د هغوی په وړاندې د همدې افق پرانیستل دي، یعنې هم د دوی دنیا روښانه کوي او هم یې اخرت. دا په دې مانا ده چې د دواړو جهانونو ترمنځ تعادل او موازنه رامنځته کوي. د دوی دنیوي ژوند هم مانیز (رواني) کیږي، یعنې د طبیعت په نېشې (سُکر) کې نه ډوبېږي. داسې محض اخروي هم نه دي چې له دنیا غافل پاتې شي، او داسې محض دنیوي هم نه دي چې له اخرته بې خبره اوسي. “يَسْعَى بَيْنَ أَيْدِيهِمْ” په دې مانا چې دا نور دواړه اړخونه ساتي، یعنې د انسان د وجود ټول اړخونه او د هستۍ ټول حیثیتونه خوندي کوي؛ ځکه چې د انسان هستي د طبیعت له تل او لومړنۍ مادې (عالمِ هیولا) نیولې، تر فوق العاده عالي عقلاني عالم (مافوقِ عالمِ عقل) پورې غځېدلې ده.

د حواسو مادي کثرت په مقابل کې د لایتناهي معقول کمال

دا ناتمامه او لایتناهي واټن باید ووهل (طی) شي، دنیا هم باید له لاسه ورنکړل شي، خو هغه دنیا چې د معرفت د نور په رڼا کې مانا پیدا کړي. په همدې توګه دا افق پرانیستل کېږي، او د نور په رڼا کې لاره وهي چې همدا ریښتینی ژوند (حیاتِ واقعی) دی، ترڅو د ژوند اصلي سرچینې ته ورسي، چې هغه اخروي ژوند دی.

« وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (عنکبوت/۶۴)

دا نړۍ هم کېدای شي ژوند وي، خو دا فزیکي ژوند دی، بیولوژیکي ژوند دی، یوازې د ژوند یو اړخ پکې شتون لري؛ خو هغه بله نړۍ د ژوند کان او معدن دی، د نور اصلي سرچینه ده

«حَيَوَانُ » د حیات (ژوند) مبالغه ده « وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (عنکبوت/۶۴) »

اوس نو، هغه د اخرت کور یوازې په مړینې پورې هم تړلی نه دی. ښايي ځینې داسې کسان وي چې په همدې نړۍ کې ساه اخلي، په همدې تن او بدن کې دي، خو هغې “لَهِيَ الْحَيَوَانُ” (حقیقي او خوځنده ژوند) ته یې لاسرسی موندلی وي.

د ایت په پیل کې فرمایي: “يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ” (هغه ورځ چې ته به مؤمن نارینه او مؤمنې ښځې وګورې)؛ دا په دې مانا ده چې مؤمنین او مؤمنات، دواړه دغه نور لري.

د دې ایت په تفسیر کې امام صادق (رحمة الله علیه) فرمایي:
“طَلَبتُ نُورَ القَلبِ فَوَجَدتُهُ فِی التَّفَکُّرِ وَ البُکاءِ” —د زړه نور مې وپلټه، نو هغه مې په “فکر (اندېښنه) او ژړا” کې وموند.

دا ژړا (بکاء) کله چې له عقل سره غاړه غړۍ شي، څومره ښکلې کېږي! عقل وینځي او عقل تاندوي او پخپله د ژړا رېښه او سرچینه هم باید عقل وي.

دلته د ژړا رېښه د محبوب بېلتون (فراق) دی. دا د محبوب د بېلتون ژړا ده. چې د محبوب بېلتون نه وي، انسان حرکت نه کوي؛ دا ژړا د ژوند د مادي چارو لپاره نه ده، لکه داسې چې (انسان ووايي) پیسې مې له لاسه لاړې. بکاء یا ژړا د عشق ځانګړنه ده؛ تفکر له عشق سره یوځای دی، یعنې په هغه ځای کې چې تفکر او عشق په ګډه شتون ولري، په هماغه ځای کې نور منځته راځي.

کټ مټ لکه څنګه چې عقل ،خوند او درد درک کوي، بېلتون (فراق) او یوځای کېدل (وصال) هم له عقل سره دي. که انسان عاقل نه وي، د ادراک احساس به نه وي او که ادراک نه وي، نو وصال او فراق هېڅ مانا نه لري.

سهروردي وايي : « دا خوند که څه خورا لوی دی، خو هغه چې (باطني) ذوق نلري، هیڅ ګټنه ترې نشي کړای. د روڼ ضمیره او روښان باطنه حکیمانو او د بصیرت خاوندانو یوه ډله، په همدې نړۍ کې له دغه خونده برخمنېږي؛ او په دې توګه له دې (مادي) جهانه بېغمه (او مړه خوا) کېږي، په ښکاره او څرګنده د هسکې نړۍ (عالمِ اعلاء) نور ویني، د نور په سمندر کې غرقېږي او په هغه کې بې حده خوښۍ مومي (لکه څنګه چې قرآن فرمایي): « أَفَمَنْ شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِنْ رَبِّهِ(زمر/۲۳) = نو ایا هغه چې الله یې سينه د اسلام (منلو) ته پرانستې ده؛ نو (په پايله كې) د خپل پالونكي له لوري له يوې رڼا برخمن دى »

شرحِ صدر، د زړه پراخوالی دی؛ شرح په دې مانا چې زړه پرانیستل شي، او صدر هماغه سینه ده. د سینې پراخوالی په دې مانا دی چې اندېښنه (فکر) پرانیستی وي، یعنې د تعقل او عقلانیت اوج. که عقل او ادراک نه وي، سینه پراخه نه ده، سینه تړلې ده، تنګه ده. پخپله عقل، د سینې پرانیستل دي؛ شرحِ صدر یعنې تعقل.

د “تعقل” خبره  چې کوو ، موخه مو رحماني عقل دی، فلسفي عقل دی، عرفاني عقل دی او حکمي (حکمت‌پاله) عقل دی؛ نه اقتصادي او سیاسي عقل. البته دا (اقتصادي او سیاسي) هم عقلونه دي او په خپل ځای کې خپل ارزښت لري.
هغه عقل چې د هستۍ او وجود په اړه فکر کوي.
عقل په خپل ذات کې موحد دی؛ که عقل مشرک شو، نو په مصیبت او بېلارۍ اخته کېږي. عقل باطني پېغمبر دی.

که عقل په شرک اخته شو، په طبیعت کې بند پاتې شوی یا بېلارې شوی؛ د طبیعت نېشې (سُکر) راګیر کړی.
عقل په خپل ذات کې مجرد دی؛ مجرد په دې مانا چې د شهوتونو او طبیعي چارو په بند کې ایسار نشي او نفساني غوښتنې ونلري، همدا مجرد دی.
توحید، بې له عقله په هېڅ ډول د ادراک (پوهېدو) وړ نه دی.
هېڅ بل ادراک په خپل ذات کې موحد کېدای نشي.
آیا حواس موحد دي که نه؟

د قرآن باطني نور، د عشق سوز او د باطني استعداد سکوت

د بېلګې په توګه کتلو ته پام وکړئ، تاسو څومره (شيان) وینئ؟ د لیدلو حس (بصر)، هر څه تیت او جلا جلا (متفرق) ویني؛ غوږ، (غږونه) جلا جلا اوري؛ د څکللو حس (ذایقه)، خوندونه جلا جلا څکي؛ او د بویولو حس (شامه)، بویونه جلا جلا بویوي؛ یعنې پرله پسې یو په بل پسې یا مختلف ډولونه درک کوي.
حتی تخیل هم تیت او خپور (متفرق) دی؛ ځکه ستاسو په ذهن کې پرله پسې ډول ډول بېلابېل شکلونه او خیالونه ځي او راځي، چې همدا تخیل دی.
خو عقل، داسې مه ګڼه چې بېلابېل شیان درک کوي؛ بلکې عقل، “معقول” درک کوي. اوس پوښتنه دا ده چې “معقول” څه شی دی؟

خلک عقل له شیطاني ځیرکتیاوو (چلوټیو) سره ګډوي؛ داسې انګېري چې عقل همدا دی که څوک شیطنت او بې‌انصافه هوښیاري وکړي، یا په وړو او پېچلو مادي چارو کې لګیا وي. دا په اصل کې هوښیاري ده، خو هوښیاري له عقل سره لږ توپیر لري.
عقل یوازې محض هوښیاري نه ده؛ عقل “معقول” ویني (سر پرې خلاصوي). لکه څنګه چې سترګې، د لیدلو وړ شی (مبصر) ویني؛ غوږ، د اورېدلو وړ غږ (مسموع) اوري؛ او ژبه (ذایقه)، خوند څکي.
نو عقل د څه شي ادراک کوي؟ عقل د “معقول” پېژندنه کوي او درک کوي یې. اوس پوښتنه دا ده چې معقول څه شی دی؟

معقول، برید (حد) نلري، بڼه (شکل) نلري، رنګ نلري، حد او اندازه نلري؛ هغه بې‌پایه او لایتناهي (غیر متناهي) دی. هغه پراخه او لایتناهي مانا، پخپله معقول دی.
معقول په یوه کس کې نه راټولېږي او نه خلاصه کېږي.
معقول او محسوس (د حس وړ شی) دواړه په خپل منځ کې پوره بېل او توپیر لري[1].

د بېلګې په توګه: کله چې وایم انسان؛ د انسان یو ځانګړی کس دی لکه احمد، محمود، ایمل. احمد له محموده بېل دی، محمود له ایمله بېل دی، او ایمل له احمد سره توپیر لري. دا (افراد) د لیدلو وړ (مبصر) دي؛ یا یې رنګ ګورو، یا یې غږ اورو چې د اورېدلو وړ (مسموع) دی. خو پخپله د “انسان” کُلي مانا او حقیقت بیا څه ډول بڼه (شکل) لري؟

سپین دی که تور؟ خیتځ دی که لویدیځ؟ نوی دی که زوړ؟ پخپله د “انسان” مانا څو کاله عمر لري؟
د انسان مانا، بې‌بڼې (بې‌شکله) او بې‌رنګه ده؛ په یوه ځانګړي کس کې نه خلاصه کېږي، او په زمان او مکان کې نه راټولېږي. هغه محض دنیوي نه دی. اخروي انسان هم انسان دی، جنتي انسان هم انسان دی، جهنمي انسان هم انسان دی؛ انسان، له ازله تر ابده د تل لپاره انسان دی.
نو معقول په دې مانا دی: هغه چاره چې نا‌پایه او لایتناهي ده.

عقل، معقول ته ګوري او معقول د عقل په سترګه ویني؛ پخپله شهود (باطني ننداره) هم کټ مټ همدا مانا لري.
د عقل شهود څه مانا لري؟ دا چې عقل، معقول په سترګو ویني.
موږ (په غلطه) داسې انګېرو چې دا (معقول) یوازې یو انتزاعي او ذهني مفهوم دی.
افلاطون وایي: عقل، معقولات ویني او ننداره (مشاهده) یې کوي.
د افلاطون لپاره معقول، یو محض مفهوم نه و، بلکې یو مشهود (د لیدلو وړ حقیقت) و.
دا په دې مانا ده چې عقل، خپله ځانګړې سترګه لري؛ او د عقل همدا ځانګړې سترګه، معقول ویني.

دا چې معقول ناپایه او لایتناهي دی، نو محسوس، متخیل (خیالي)، موهم (وهمي) او مبصر (د لیدلو وړ شی) ټول په هغه کې پاڼې پاڼې (له منځه تللي/مندک) او رانغاړل شوي (مندرج) دي؛ کله چې دې معقول وموند، نو هر څه دې وموندل.
غوره دا ده چې ووایم: معقول پخپله هماغه نور او رڼا ده.
عقل نور دی او معقول هم نور دی

امام صادق (رحمه الله علیه) وایي: قرآن کریم نور (رڼا) دی.
یو کس امام صادق (رح) ته وویل: زه قرآن ډېر زیات لولم، خو ایا حتماً باید څراغ روښانه کړم ترڅو قرآن ووایم. که قرآن پخپله نور وي، نو زه ولې باید بهرنی څراغ بل کړم؟ امام صادق (رح) په ځواب کې ورته دا مبارک ایت تلاوت کړ:

أَفَمَنْ شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِنْ رَبِّهِ (زمر/۲۲)

ستاسو زړه څومره د قرآن اشتهاء او تنده لري؟ او تاسو څومره د قرآن د معارفو تږي یاست؟
قرآن نور (رڼا) دی؛ هغه څوک چې د قرآن نور نه ویني، یوازې په (ظاهري) کرښو (خطوطو) بسنه کوي، او بیا نو حتماً باید څراغ هم روښانه کړي ترڅو دا کرښې وګوري.
قرآن نور دی، د پېغمبر (ص) په زړه کې هم نور دی، د نور له عالمه راغلی او د نور په ژبه بیان شوی.

مولانا بلخی وايي:

هر که کاه و جو خورَد، قربان شود

 هر که نورِ حق خورَد، قرآن شود  

«څوک چې واښه او اوربشې خوري، قرباني کېږي؛
خو څوک چې د حق نور نوش کوي، پخپله قرآن کېږي»

سهروردی وايي :

وَكانَ ما كانَ مِمَّا لَسْتُ أَذْكُرُهُ
فَظُنَّ خَيْراً وَلا تَسْأَلْ عَنِ الخَبَرِ

« هغه چې پېښ شول، پېښ شول (داسې څه وو) چې زه یې نه شم یادولای؛
نو (په حق کې مې) یوازې نېک ګومان وکړه او خبر (او حال) مه پوښته»

عارفان داسې یو مقام ته رسي چې نور نو (په کلمو کې) د ویلو او بیانولو وړ نه وي؛ په دې مانا چې موږ د معرفت او نور په دغه لایتناهي مقام کې داسې شیان ولیدل چې: “كَانَ مَا كَانَ”، (څه چې پېښ شول، پېښ شول)، “مِمَّا لَسْتُ أَذْكُرُهُ” (په ژبه یې نشم یادولای)، ځکه چې دا حقایق د بیانولو وړ نه دي. اوس نو، له دې لامله چې زه یې نشم ویلی، تاسو را باندې مه بدګومانه کېږئ؛ “فَظُنَّ خَيْراً” (نېک او ښه ګومان ولرئ)، او په دې اړه ډېره پوښتنه هم مه کوئ، ځکه دا خبرې د ویلو (او په ژبه د راوړلو) نه دي.

ارواښاد فروزانفر دا شعر پارسۍ ته ژباړلی:
“بود آنچه بود آنچه نیارم به گفتِ من
بگذر از این حدیث و به من ظنِ بد مبر”
« څه چې وو، وو، زما ژبه یې د ویلو توان نلري؛ له دې خبرې تېر شه او راباندې مه بدګومانېږه »
بیا نو (عارف) دا خبرې نشي کولای، ځکه تاسې یې د اورېدلو وړتیا (استعداد) نلرئ. البته که څوک د دې د اورېدلو استعداد ولري، هغه پخپله دا مقام شهود کړی (باطني ننداره یې کړې) او پخپله پوهېږي چې (عارف) څه وايي؛ خو که څوک د دې استعداد نلري، نو هېڅکله ورته دا خبرې نشي کېدای.

حافظ شیرازي وايي :

هر که شد مَحرمِ دل در حرمِ یار بِمانْد

وان که این کار ندانست در انکار بِمانْد

«څوک چې د زړه مَحرم شو، د یار په حرم کې پاتې شو؛
او چا چې دا کار ونه پېژاند، د تل لپاره په انکار کې پاتې شو»

شاید د دغه (حقیقت) ښکاره کول د مقابل لوري د انکار لامل شي؛ له همدې امله (شاعر) وایي: “فَظُنَّ خَيْراً” (نېک ګومان ولره). غواړي ووایي چې انکار مه کوه، لږ تر لږه نېک ګومان خو ولره؛ خو څرنګه چې ته پرې پوهېدلای نشې (د فهم حس یې نلرې)، که زه یې ووایم، ښايي ته د انکار په دریځ کې ودرېږې. نو ځکه یې اوس نه وایم، او ته هم د انکار لاره مه نیسه او “فَظُنَّ خَيْراً” (ښه ګومان ولره)

[1]  دا چې معقول بڼه، رنګ او حد نلري، کټ مټ ښيي چې ولې توحید، بې له عقله د ادراک وړ نه دی؛ ځکه د خدای تعالی ذات لایتناهي او له مادي رنګ او شکل څخه پاک دی، نو مادي حواس یې نشي لیدلی او یوازې مجرد عقل دی چې د دغه لایتناهي معقول ادراک کولی شي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست