تبلیغات

            بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د ښوونې مهارتونه لیکوال: محسن قرآئتي (د تفسیر مفسیر) ژباړه: ډاکتر ذبیح الله اقبال      لومړی څپرکی د ښوونکي د چار ارزښت په لومړي ګام کې مو معلمۍ ته لید دی، چې په ښوونه، روزنه او ددې سترې […]

 

 

 

 

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

د ښوونې مهارتونه

لیکوال: محسن قرآئتي (د تفسیر مفسیر)

ژباړه: ډاکتر ذبیح الله اقبال 

 

 

لومړی څپرکی

د ښوونکي د چار ارزښت

په لومړي ګام کې مو معلمۍ ته لید دی، چې په ښوونه، روزنه او ددې سترې پازوالۍ په ترسره کولو کې اغېزمنېدای شي. په ځغرده ویلای شو، چې معلمي تر ټولو چارو اوچت او د ټولو دندو مخکښه ده.  ښووند تنخواه او د ژوند اړتیاوو پوره کولو ته اړتیا لري؛ خو خپلې دندې ته کله هم د مادیت له دریڅې نه ورګوي.

د ښوونکي دنده، ښوونه او روزنه ده؛ هغه ښوونه او روزنه، چې د هغه د څښتن تعالی او الهي انبیاوو دنده ده.

له بېخه عالم، له ټولو پېچلتیاوو، ډولاډولیو، ښکلاوو او ګرفتاریو سره سره یې، د ((انسان)) روزنې ته پنځول شوی دی. هو! ځمکه د الله تعالی ښوونتون او روزنتون دی، چې ښوونکي یې الهي پېغمبران دي او دنده یې د انسانانو روزنه ده.

په دې څپرکي کې د معلمۍ ځینو امتیازاتو او ارزښتونو ته اشاره کوو.

۱-معلمي مسلک نه دی؛ عبادت دی

ځینې چارې دومره سپېڅلې وي، چې په ((مسلک)) یې نومول سپکوي.

موروالی مسلک نه؛ بلکې یوه الهي دنده ده او د عبادت یوه پلوشه ده. معلمي هم یوه سپېڅلې دنده ده؛ ځکه څو موخه ایزه عبادت دی.

معلمي، د علم او تجربې لېږد، انقاذ غریق، د عزت کونجي او خوندېینه ده. معلمي د الله تعالی او د حضرت جبرائیل علیه السلام دنده ده؛ لکه څنګه چې په الرحمن سورت کې لولو: ((اَلرَّحْمنُ. عَلَّمَ الْقُرْآنَ=لوراند (الله)، قرآن (یې) ښوولى.))

په قرآن کریم کې د انبیاوو توصیف ته خورا تعبیرونه کارېدلي؛ خو څه چې ډېر کارېدلي، د ((وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ[1])) عبارت دی، څو راوښيي، چې د انبیاوو آریزه دنده، د کتاب او حکمت ښوونه او تزکیه وه.[2]

د قرآن کریم دیارلس آیتونه، له پېغمبرانو د خلکو پوښتنو ته ځانګړي دي، چې په ((یسئلونک)) کلمه دي. دا راښيي، چې پېغمبران د خلکو ښوونکي ول.

((معلم/ ښووند/ښووند)) یوه داسې ویی/واژه ده، چې ځانګړی معنايي بار لري او نباید عادي ولیدل شي. دا ویی د نورو سپېڅلیو وییو په څېر، سترې معناوې لري؛ د بېلګې په توګه: ((کربلا)) د یوې سیمې نامه ده؛ خو د جغرافیايي هویت پرځای، تاریخي هویت او ستر معنايي وزن لري. څوک نه وايي، چې کربلا د پلانۍ سیمې په شمال لویدیځ یا شمال ختیځ کې ده او دومره پراخوالی لري؛ بلکې د کربلا د نامې په اورېدو، د امامت، مړانې، شهادت، عصمت، سرښندنې، مقاومت، اخلاص، عبادت، له ظلم سره مبارزه او دې ته ورته مفاهیم ذهن ته راځي.

د ښووند ویی هم داسې یو اکر/حالت لري. یوه ساده مسلک ته د معلمۍ د مفهوم راکښته کول، یو ډول لنډویني ده. کټ مټ لکه چې د تقلید یوې مرجع ته ووایي: (( دی ډېر ښه سړی دی.)) د تقلید مرجع ته د ((ښه سړي)) وصف بسیا نه ده.

۲.معلمي یوه سمه ټاکنه ده

هر انسان یوه دنده ټاکي؛ خو مهمه داده، چې په دې دنده کې له چا سره مخ دی او د کار اغېز یې تر کومه بریده دی.

که انجینیر او صنعتګر پر جماداتو کار کوي او ودانۍ، ماشینونو او دې ته ورته څیزونه جوړوي،  ښووند پر انسانانو کار کوي؛ که طبیب د انسانانو پر روغتیا کار کوي، ښووند د انسان له اروا او زړه سره کار کوي؛ که سوداګر د توکیو پر لېږد بوخت دی؛  ښووند پوهه لېږدوي؛ که د انسان په لاس جوړ شوي، تر لږې مودې پورې اغېزمن وي؛ خو کوم اغېز چې  ښووند یې پر خپل زدکړیال لري، کله تر قیامته هم دوام مومي.

ښوونه او روزنه تر ټولو بختور چار دی، چې الله د انبیاوو او اوصیاوو پر غاړه ایښی دی. د طاغوت پر مهال، په ځینو مبلغینو پسې ورغلل- چې شمېر یې د ګوتو د شمېر هومره و- چې د نغدو پر ورکړه یې شاهنشاهي نظام ته جذب کړي. هغوی د معلمۍ له سپېڅلې دندې اوږې سپکې کړې او په فاسد نظام که په شتون یې دنیا ته ورمخه کړه. پر هغه ورځ آیت الله العظمی ګلپایګاني وویل: (( که کوم دیني زدکړیال، د تبلیغ او زده کړې پرځای، دربار ته ورغی او مټ یې شو، نه دي وايي چې ولاړم؛ بلکې و دې وايي: وړتیا مې نه درلوده او امام مهدي له خپلې ولکې وویستم.)) دا خبره هغه مهال خورا مهمه وه او د درباریانو د دسیسې پر وړاندې د ډېری مبلغینو د بیمه کېدو لامل شوه.

هو! که څوک کولای شي، د علم په تولید، خپراوي او لګولو، د انسانانو چوپړ وکړي او زړونه او عقلونه پرې راژوندي کړي او د الهي انبیاوو په مسیر کې ګام پورته کړي؛ خو پرځای یې د نورو توکیو په خپراوي او لګښت پسې ولاړ شي، ګټونکی نه دی؛ بلکې تاواني دی او دا تاوان یې په هغه دندې پورې اړه لري، چې د معلمۍ پرځای یې ټاکلې ده؛ ځکه تاوان بېلابېل پړاوونه لري، چې سره توپیر لري.[3]

۳.معلمي د پېغمبرانو او امامانو په نزد لوړ ځګی لري

اهلبیتو د معلمۍ مقام ته په درنه کتل. په اسلامي فرهنګ کې د آسماني مشرتابه په اړه د ښوونکي، روزونکي یا پلار په شان تعبیرونه کارېدلي دي. د  ښووندو د مقام په اړه ډېری روایتونه رانقل شوي دي؛ لکه څنګه چې رسول الله وویل: (( تر ټولو ستره صدقه هغه ده، چې انسان یو څه زده کړي او نورو ته یې هم ورزده کړي.[4])) او همداراز و یې ویل: ((نېکچاریو ته لار ښوونکی یې د کوونکي په څېر دی.[5]))

همداراز امام باقر وویل: (( پر ځمکه ټولو خوځېدونکي او د اوبو کبان او یا هر کوشنی او ستر موجود، چې د الله پر ځمکه او آسمان کې دي، د نېکچاریو ښوونکي ته استغفار کوي.[6]))

امامانو د خپلو اولادانو پر  ښووندانو خورا پېرزو درلوده، هغوی یې هڅول. امام حسین د خپل زوی ښوونکي ته سل دیناره ډالۍ ورکړه او د خلکو د نیوکې په ځواب کې یې وویل: ((این یقع هذا من عطائه یعنی تعلیمه[7].)) دا مبلغ یې د ښوونې پر وړاندې څه ارزښت لري؟ (ددې خبرې کنایه چې د توکیزې ډالۍ ارزښت، د قرآن ښوونې ارزښت ته نه ور رسي.)

۴.روزنه الهي چار دی

په قرآن کریم کې د ((الله)) تر مبارکې نامې روسته ورته ډېر د ((رب)) نامه کارېدلې ده. ناویلې څرګنده ده، چې ((ربوبیت)) هغه مهال بشپړ وي، چې د علم، حکمت، مصلحت او لورنې پر بنسټ وي، چې الله یې د ټولو څښتن دی.

 ښووند یوازې خپله پوهه نه لېږدوي؛ بلکې کولای شي په خپلو کړنو، ویناوو او خویونو خپل ټول کمالات نورو ته ولېږدوي؛ هغه مهال چې یې زدکړیال نهیلېږي، هیله دې ور وپوکي او چې زدکړیال یې پېسمنېږي، و دې یې ګواښي.

لکه څنګه چې الله تعالی، د خلکو د روزنې لپاره، په منطق و برهان، احساس و عاطفه، متل او تشبیه، تاریخ او کیسو، د منفي او مثبتو بېلګو په ویلو، هنر و اخلاق او همداز په ژمنه او ګواښنه، خلک روزي؛ نو  ښووند دې هم له دې ټولو اوزارونه ګټنه وکړي. له دې اوزارونو چې یې ګټنه څومره ډېره وي، هومره به یې بریا هم ډېره وي.

له الله سره د ښوونکي او روزنکي نښلون یې، د دندې او پازوالۍ په سر ته رسولو کې – چې د خلکو ښیون دی- خورا مهمه ونډه لري؛ نو ځکه دیني عالم په ((رباني عالم)) تعبیرېږي؛ یعنې هغه عالم چې سروکار یې له پالونکي[8] سره دی. د الله په لار کې، د الله لپاره، په الله خوښونکیو کړلارو او خویونو ښوونه او روزنه کوي، له الله تعالی نه د ربوبیت صفت اخلي او نورو ته یې ورلېږدوي.[9]

امام سجاد په مکارم الاخلاق دعا کې له الله غواړي: ((الهی انطقنی بالهدی و الهمنی التقوی؛ یا الله! ژبه مې پر ښیون پرانځه او تقوا را الهام کړه.)) هغه انسان چې دې مقام ته ورسي؛ نو الهي شي او همداچې الهي شو؛ نو کولای شي له ټولو وزلو او توکيو، د الله د خوښۍ لاس ته راوړو ته کار واخلي او الهي انسانان وروزي.

۵. ښوونکي د پینځو انجینرانو چارې کوي

په کوم موټر کې چې سپرېږو، د پینځو ډلو انجینرانو کار دی:

-د کانونو د رابرسېره کولو انجینران؛

-د توکیو راویستونکیو انجینران؛

-د توکیو و ویلي کېدو انجینران؛

-د پرزو جوړولو او ډیزاین انجینران؛

-د پرزو د مونتاژ او څارنې انجینران

خو یو  ښووند ددې پینځه ډلو انجینرانو کار په یوازې ځان کوي؛

-د خپل زدکړیال وړتیاوې رابرسېروي؛

-خپل زدکړیال له هغو کږنو راباسي، چې پرې ککړ دی؛

-په خپل ښه خوی، کړنو او مینه، خپل زدکړیال زده کړې ته لېواله کوي؛

-په ښوونه او روزنه، خپل زدکړیال جوړوي؛

-په پراخه سینه، خپل روزل شوي یو له بل سره نښلوي او ټولنه ترې جوړوي.

نو پردې بنسټ، یو  ښووند باید د پینځو ډلو انجینرانو چارې پرمخ بوځي؛ هغه هم نه پر جماداتو؛ بلکې پر هغه انسان چې روح لري او ورسره کار کول، ځانګړی ظرافت او پام غواړي. دا د معلمۍ د پېچلي او مهم چار یوپوټي ته اشاره وه.

۶. ښووند د هستۍ له خورا ګرانبیه ګوهر سره سروکار لري

موجودات په څلورو ډولو ویشل کېږي؛ جمادات، نباتات، حیوانات او انسانان.

که انسان پر اوسپنه او لرګي کار وکړي او تمبې او کړکۍ ترې جوړې کړي او یا پر تشه ځمکه یوه ودانۍ جوړه کړي او یا له پشم او تار ځنې ټوکر و اوبدي؛ نو پر خپل کار او صنعت، ددې توکیو ارزښت لوړوي؛ خو   ښووند پر نوي کهول کار کوي. څرګنده ده، چې د هغه انسان د روزنې زحمت چې د ناپایه ودې وړتیا لري، د هغه توکي د ارتقاء لپاره، له زحمت سره بېخي پرتلنوړ نه دی، چې د ودې محدودیت لري.

که نور پر جماداتو کار کوي او موټر، الوتکه او ودانۍ جوړوي، یا ځینې حیوانات او بوټي روزي؛ خو د ښوونکي دنده، د انسان روزنه ده. بې له انسانه، د هر څه وده محدوده ده.

یو اوولس کلن ځوان چې په جهاد کې شهید شوی و، په خپله وصیتپاڼه کې یې لیکلي وو: ((جسم مې خارو ته، اروا مې الله ته او لار مې تاسې ته درسپارم.)) پردې وینا څومره بیه ایښوولای شئ؟ آیا د ټولو کانونو ګرانبیه کاڼي تردې ویناوو ګرانبیه دي؟ ددې ځوان اند، د ښوونکي د روزنې اغېز او جومات ددې اند روزونکی دی.

که انسان سم وروزل شي، تر پرښتو غوره کېږي او که پر کږه شو؛ نو تر هر ځناوره به پرېوتی شي.  ښووند نه پرېږدي، چې د انسانیت ګوهر ورک او هېر شي. قرآن کریم د ځینو انسانانو په اړه وايي: ((اولئک کالانعام بل هم اضل[10]))؛ ((هغوی د څاریو په څېر دي؛ بلکې تر هغوی هم بتر)) او بیا ددې کږلارۍ دلیل داسې وايي: (( اولئک هم الغافلون)).

د غفلت ډولونه:

-ځینې له الله غافل دي: (نسوا الله)[11]

-ځینې له قیامته غافل دي: (نسوا یوم الحساب[12])

-ځینې له خپلو دندو غافل دي: (کذلک اتتک آیاتنا فنسیتها[13])

-ځینې له بېوزلیو غافل دي: (و لم نک نطعم المسکین[14])

-ځینې له خپلو وړتیاوو غافل دي او نه پوهېږي، چې څنګه موجود دی.

-ځینې د خپل عمر له ارزښته غافل دي او پر چټي چارو بوخت دي.

او د ښوونکي کار، د غفلت د دوړو څنډل او د هغو ویدو انسانانو راویښول دي، چې د خپل عمر او ژوند له ګوهره غافل دي.

۷.د خلکو پر اند کار کول، تلپاتې چار دی

د کړنو د غوره والي یوه نښه یې تلپاتېینه ده؛ لکه څنګه چې حضرت ابراهیم علیه السلام، له الله وغوښتل، چې په تاریخ کې تلپاتې شي: (( واجعل لی لسان صدق فی الاخرین[15]= او په راتلونکیو کې نېکه نامه راکړه))

الله یې هم دعا داسې ځوابوي: ((وجعلها کلمة باقیة فی عقبم لعلهم یرجعون[16]))

هو! یوازې ایمان بسیا نه دی؛ بلکې الهي ښیون دې دوام ولري: (سیهدین) او د توحید غږ په تاریخ کې پاتېږي؛ که څه د خپل وخت خلک ورته غوږ نشي: ((کلمة باقیة فی عقبه)) حضرت ابراهیم هم خپل ځوځات ته دعا کوله او له الله یې غوښتل: ((یا الله! د امت مشري او لمونځ درول مې ځوځات کې کېږده.))

 ښووند دې پوه وي، چې خورا تلپاتې چار، ښوونه او روزنه ده؛ هغه هم د ځوان کهول روزنه، چې اغېزمني او تلپاتېینه یې ډېره ده.

۸.ټولګیوالۍ ته مو ساده مه وینئ

ډېری دی داسې کسان، چې خپله ټولګيوالي ورته یو ساده چار ښکاري، په تېره چې مخاطبان یې کوشنیان هم وي؛ حال داچې هم ټولګیوالي مهمه ده او هم هغه مخاطبان چې له نوي کهوله دي.

آیت الله العظمی ګلپایګاني د تقلید یوه ستره مرجع ده او چې کله یې زما د ټولګیوالۍ په اړه واورېدل؛ نو و یې غوښتل، چې و مې ویني؛ نو یوه توره تخته مې یې کور ته وروړه او د هغه سبق یوه بېلګه مې وروړاندې کړه، چې نوي کهول ته مې ورکړی و. بیا مې ورته وویل: ((ددې شونتیا راته شته، چې فقیه شم؛ خو اوسمهال  ښووند ښه یم.)) دوی راته وویل: (( کومه لار چې دې نیولې، اوس ورته ډېره اړتیا ده او امام مهدي درځنې خوښ دی؛ ان شاء الله))

مرحوم آیت الله مشکیني د قم یو ستر استاد هم دې ته ورته خبره راته وکړه. یوه شپه مې ټولګي ته راغی او د ټولګي تر پایه، د زدکړیالانو ترڅنګ مې ناست و؛ بیا یې وویل: (( چمتو یم سلونو دیني زدکړیالانو ته د تدریس ثواب مې درکړم، چې پر وړاندې یې ددې شل تنیز او کوشنیانو ته د تدریس ثواب ماته راکړې.))

په ټولګي کې د یوه انسان راتلونکی انځورېږي. ټولګی کولای شي انسان د ناپوهۍ په تورتمونو کې له ورکاوي وژغوري او د انسان د ژوند بهیر او نقشې ته بدلون ورکړي. ښوونځی او پوهنتون د انسانسازۍ کارخانه ده او ټولګیوالي، په تېره که نوی کهول یې مخاطب وي، خورا ستر ارزښت لري.

۹.رباني  ښووند، د بشر هادي او ناجي دی

زده کړې کولای شي، په سترو قدرتونو پورې د زدکړیالانو د تړاو لامل شي او هم له طاغوتانو د بشر د ژغورنې لامل.

د قرآن کریم د آیتونو له مخې، د حضرت موسی علیه السلام د موخو یوه ځانګړنه، د فرعون له شره د بني اسرائیلو ژغورل وو؛ لکه چې یې په ځغرده، فرعون ته وویل: (( ان ارسل معنا بنی اسرائیل[17]= بني اسرائیل ازاد او راسره یې ولېږه.))

د فقیه نښه داده، چې خپل ولس د دښمنانو له شره ازاد کړي: ((و انقذهم من اعدائهم[18]))

قرآن کریم د انبیاوو یوه دنده، له هغو زولنو او زنځیرونو، د ټولنې د اند ازادول ګڼي، چې پکې راګېر شوي وو: ((و یضع عنهم اصرهم والاغلال التی کانت علیهم[19]= او (له اوږو او غاړو) یې درانه پېټي او بندیزونه (او تړونونه) لرې كوي))

نن ډولاډول تحصیلي رشتې رامنځ ته شوې دي، چې په ډېری چارو کې یې بشر ته هوساینه ورکړې ده؛ خو آیا توانېدلي دي، چې بشر ازاد کړي؟ په ډېری چارو کې پوهه شته؛ خو ثمره یې نشته. د بېلګې په توګه: موبایل/غوږمل – چې یوه ارتباطي وزله ده- له هر چا سره شته؛ خو آیا پخپله اړیکه هم ورسره شته؟ اړیکه نیونکې وزلې شته؛ خو انسانان یوه له بل سره روغ او سم نه دي. علم او ثمره یې هم کولای شي، په دې ټکنیتوب ککړ شي.

حقیقي علم، د انسان لید، توحیدي کوي. په حدیث کې راغلي دي: ((ثمرة العلم معرفة الله[20]= د علم ثمره، د الله پېژندنه ده)) او همداراز: ((ثمرة العلم العبادة[21]= د علم ثمره، د الله بندګي ده.))

په قرآن کریم کې راغلي، چې ځینې د قارون شتمنۍ ته ورمات شوي ول او ویل یې: ((کاشکې موږ هم د قارون په څېر شتمن وای))؛ خو پوهانو ورته داسې تذکر ورکاوه: ((و یلکم ثواب الله خیر[22]= افسوس دې پرتاسې وي! د الله ثواب غوره دی)) او له دې آیته ګټنه کېږي، چې که پوهه، واقعي وي؛ نو د دنیا او آخرت په تشخیص کې نه تېروځي.

نه هغه پوه، رباني عالم دی، چې دنیا ته پر آخرت غوراوی ورکوي او نه یې پوهه، حقیقي ده؛ لکه څنګه چې د تحصیلي مدرک تر لاسه کول، د عقل د بلوغ او انسانیت د کمال نښه نه ده؛ ځکه د رباني عالم ښوونې باید ژوندزېږې او ژغورنکې وي.

د ننني بشر ستره ستونزه، له ((باسم ربک)) نه د ((اقرا)) جلا کېدل او له ((یزکیهم)) نه د ((یعلمهم)) جلا کېدل دي. له معنویاتو، د مادیاتو جلا کېدل دي. له آخرته د دنیا جلا کېدل دي او لنډه داچې له دینه د علم جلا کېدل دي.

د ښوونې هنر یوازې د لیک لوست او پېچلیو چارو او فارمولونو ورزده کړه نه؛ بلکې په ښوونه کې د ښوونکي هنر دادی، چې په توحیدي او روزنیز لید، د علمي چارو ښوونه وکړي.

هو ګرانه! رباني ښووند، هادي او ناجي دی او د چار ارزښت یې د زړونو په ژواک او د انسانانو په ژغورنه کې دی.

۱۰.کار مو سپېڅلی وګڼئ

پوهه سپېڅلې وګڼئ؛ ځکه الله هم پر قلم سوګند کړی، هم پر هغه څه چې لیکل کېږي: (( ن و القلم و مایسطرون[23]))

اسلام زده کړې ته پر هېڅ ډول محدودیت قایل نه دی:

  • نه زماني محدودیت: ((اطلبوا العلم من المهد الی اللحد[24]= له زانګو تر ګوره زده کړه کوئ.))
  • نه مکاني محدودیت: ((لو کان العلم منوطا بالثریا لتناوله رجال من فارس[25]= که پوهه په ثریا کې وي؛ نو د فارس وګړي به ځان ور رسوي))
  • نه جغرافیايي محدودیت: (( اطلبوا العلم و لو بالصین[26]))
  • نه د څومره والي محدودیت: ((فلو لا نفر من کل فرقة منهم طائفة لیتفقهوا فی الدین[27]= او دا نه ښايي،چې مؤمنان ټول يومخې (د جهاد ډګر ته) ووځي، ولې یې د وګړيو له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې په مدينه كې پاتې شي) چې د دين (او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه ترلاسه كړي))
  • نه ځاني محدودیت: ((لو یعلم الناس ما فی طلب العلم لطلبوه و لو بسفک المهج و خوض الجج[28]= که خلک د علم پر ارزښت پوهېدای؛ نو ورپسې به ورتلل، که څه د ځان په بیه او د سمندر په څپو کې د ډوبیدو په بیه وي))
  • نه انساني محدودیت: ((فبعث الله غرابا یبحث فی الارض لیریه کیف یواری سواة اخیه[29]= نو الله يو كارغه ورولېږه، چې (په پنجو او مښوکه) يې د ځمكې كيندل پيل كړل، چې وروښيي، چې د خپل رور جثه څنګه پټه كړي .))
  • نه مکتبي محدودیت:رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د هغو بندیانو د ازادولو بیه، لسو کسانو ته د لیک لوست زده کول کېښوول، چې په جګړه کې بندیان شوي وو.[30]

اسلام ښوونې ته دومره ارزښت ورکوي، چې وايي: ((که روزل شوي سپي ښکار دروړ؛ نو هغه ښکار درته حلال دی[31]))

په قرآن کې لولو: یو الهي اولیاء- چې په تفسیر کې حضرت عزیر ښوول شوی دی- له کنډرو تېرېده، د تېرو شویو خلکو د آثارو په لیدو یې الله ته وویل: ((دا مړي به څنګه را ژوندي کوې؟))، نوموړی، چې پر یوه خره سپور و، الله مړ کړ، تر سلو کلونو روسته یې راژوندی کړ او و یې پوښت: ((څومره وخت کېږي، چې دلته ویده یې؟)) و یې ویل: ورځ که نیمه ورځ. الله ورته وویل: ((یوه پېړۍ مخکې دلته مړ شوې او اوس مو راژوندی کړې! خپل خره ته دې وګوره، چې څنګه یې بیا راژوندی کوو او خپلو خوړو ته دې وګوره، چې تر یوې پېړۍ روسته، څنګه نه دي وراسته شوي[32].))

الله تعالی د حضرت عزیز د کیسې په راوړلو سره غواړي جوته کړي، چې د یوه ټکي زده کړې ته، سل کلنه مړینه هم ارزښت لري.

۱۱.ښوونه او روزنه په مخاطب کې د مانیز ژوند لاملېږي

الله تعالی وايي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ[33] = مؤمنانو! د الله او استازي بلنه ومنئ، چې كله مو د ژوند بښونكي څيز لوري ته رابولي او پوه شئ،))

ژوند بېلابېل ډولونه لري؛ نباتي، حیواني، اندیز او ابدي[34]. له ژونده مراد، حیواني ژوند نه دی، چې د انبیاوو په بلنه چمتو کېږي.-ځکه دا ډول ژوند بې د انبیاوو له بلنې هم شتون لري-؛ بلکې مراد ترې اندیز، عقلي، مانیز، اخلاقي، ټولنیز او لنډه داچې د انسان هراړخیز ژوند دی.

د انسان ژوند په ایمان او نکېچاریو کې دی او الله تعالی او ټول انبیاء یې هم همدې چار ته وربولي: ((دعاکم لما یحییکم)). د هغوی د احکامو لاروي، پاک او طیب ژوند ته د رسېدو خواله ده؛ لکه څنګه چې په یوه بل ځای کې په قرآن کې لولو: ((مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً[35] =هر نارينه او يا ښمځنه، چې ښه كار وكړي (؛ نو) كه ايمان يې راوړى وي؛ نو بېشکه پاکیزه ژوندون به وركړو او هرومرو به یې تر خپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.))

 ښووند دې له الله او رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په لاروۍ او په خپل مسیحایي نفس، خپل مخاطب ته ژوند وروبښي او ناپوهي یې په پوهه، نهیلي یې په هیله، غفلت یې یې هوښیارۍ، وېره یې په مړانه، مخ اړونه یې په لېوالتیا، درز یې په یووالي، کینه یې په مینه، دنیاپالي یې په ابدپالۍ، له نااهلانو یې لاروي، په له عادلو او معصومینو په لاروۍ، اسراف یې په سپما، ناغېړي یې په تازه توب، اندېښنې یې په هوساینې او سخت زړي یې په نرم زړۍ واړوي.

که ددې ښوونو پرځای یوازې د اطلاعاتو او علومو پر لېږد بسیا وکړو؛ نو څرګنده نه ده،چې له دې علومو، ګټنه به وګړي او ټولنې ته ګټه ولري که تاوان؟ او فازغ الحتصیل به مو ګټور وي که خطرناک.

که  ښووند خپل رسالت الهي، نبوي او علوي وګڼي او له پالونکي الله او الهي اولیاوو سره خپله اړیکه کوټلې کړي؛ نو د مسیحايي نفس وړتیا به لاس ته راوړي؛ نو په دې بڼه کې به د ښوونکي چار د انبیاوو د چار په څېر شي؛ ګنې بې له تزکیې، د علومو لېږد، له ستنې د تار د بېلېدو په څېر دی، چې د ګڼدلو پر پرځای سوري کول کوي او ټکنی کوي دې.

۱۲.علم تر هر څه ارزښتمن دی

هلته چې د انسان د پنځون خبره وي؛ نو الله ځان ((کریم)) معرفي کوي ((يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّ‌كَ بِرَ‌بِّكَ الْكَرِ‌يمِ الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ [36]=انسانه! ته څه شي د خپل لورین پالونكي پر وړاندې مغرور كړى يې ؟!هغه چې پيدا یې كړې او ښه يې برابر او انډول كړې، ))؛ خو په هغه ځای کې چې د علم او فرهنګ خبره ده، د ((اکرام)) صفت کاروي او وايي: ((اقرا و ربک الاکرم[37]= ولوله چې پالونكى دې (تر ټولو) ډېر عزتمن دى؛))

په الرحمن سورت کې هم لومړی د قرآن ښوونې ته اشاره لري او بیا د انسان پنځون ته: ((الرَّحْمَنُ.عَلَّمَ الْقُرْآنَ.خَلَقَ الْإِنسَانَ [38]=لوراند (الله)، قرآن (یې) ښوولى، انسان (يې) پيدا كړی،))

هو ګرانه! تر موټر جوړولو مخکې دې لار ورته جوړه شي؛ لومړی ښیونلار (عَلَّمَ الْقُرْآنَ)، بیا د انسان پنځون.

دا تعبیرونه د علم، ښوونې او زده کړې د ارزښت ښوونکي دي او راښيي، چې علم او فرهنګ تر ټولو اوچت مقام لري.

 

دویم څپرکی

د ښوونکي ځانګړنې

 ښووند دې یو لړ ځانګړنې ولري، چې د ښوونې او رونې په ډګر کې یې بریالی کړي. هر وګړی کولای شي، له الله تعالی په مرستې غوښتو، خپلو مثبتو ځانګړنو ته لوړاوی ورکړي او خپله اغېزمني نوره هم پیاوړې کړي. په دې څپرکي کې به د ښوونکي ځینو ځانګړنو ته اشاره وکړو.

۱.ښووند دې زړه سواندی او لېواله وي

قرآن کریم د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په اړه وايي: ((لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ [39]= په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې يو استازى درغى، چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګار كوي، پر مؤمنانو لورین زړه سواندى دى؛))، داسې چې الله تعالی ورته وايي: ((ما انزلنا علیک القرآن لتشقی[40]=قرآن مو نه دی درلېږلی، چې ځان وکړوې))

که څوک د ټولنې سمونې او بدلون ته زړه سواندی نه وي او پر زړه یې اور بل نه وي؛ نو ناشونې ده، چې خپله ټولنه رڼه کړي. د الهي انبیاوو یوه ستره ځانګړنه دا وه، چې د بشر د ښیون او نېکمرغۍ په لار کې زړه سواندي وو. زړه سواندي درلودل، یو ډول کمال دی. د پخوانیو یوه کنځله دا وه: ((ای بې درده))؛ نو څرګنده ده، چې زړه سوی درلودل، یو ډول کمال دی او او زړه سوی نه درلودل، یو ستر درد دی.

الله تعالی، خپل استازي ته وايي: (( لعلک باخع نفسک الا یکونو مؤمنین[41]= ښايي ځان هلاک کړې، چې هغوی ولې ایمان نه راوړي))

هغه ځانګړنه چې کولای شي، په ښوونه او روزنه کې اغېزمنه ووسي، په اندازه زړه سوی دی.  ښووند دې خپل زدکړیال، خپل اولاد وګڼي، په ښوونه او روزنه کې دې یې زړه سواند وي او ناپامۍ، ناغېړۍ او لټۍ ته دې یې غوسه وي.

۲.ښووند دې پراخه سینه ولري

 ښووند او روزنکی دې پراخه سینه ولري، چې د نورو د سپین سترګیو، نامننو او ځېلونو د زغلمو وړتیا ولري.

حضرت موسی علیه السلام، چې د الله له لوري پېغمبر شو؛ نو له الله یې ړومبۍ غوښتنه دا وه: ((قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي. وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي. وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي. يَفْقَهُوا قَوْلِي [42]= (موسى) وويل : ((پالونكيه! سينه مې پراخه كړه؛ او چار مې را اسانه كړه؛او له ژبې مې غوټه وسپړه؛ چې [خلک] مې په خبرو ژور پوه شي. ))

پراخه سینه یو له هغو نعمتونو وه، چې الله تعالی، حضرت محمد (ص) ته ورکړې وه؛ ((الم نشرح لک صدرک[43]= [ای پېغمبره!] ایا پراخه سینه مو درنکړه؟))

پخوانیو قومونو به د انبیاوو سپکاوی کاوه؛ خو پېغمبرانو به یې په خورا پراخه سینه، په نرمۍ ځواب ورکاوه. حضرت هود علیه السلام ته یې قوم وویل: ((انا لنراک فی سفاهة= موږ ته خو بې عقله ښکارې)) آنحضرت ورته وویل: ((لیس بی سفاهة[44])). حضرت نوح ته یې وویل: ((انا لنراک فی ضلال مبین= موږ ته خو څرګند بې لارې ښکارې))؛ خو آنحضرت ورته وویل: ((لیس بی ضلالة[45]))

ټولو ته پکار دي، چې نا اهلو وګړیو ته سینه پراخه کړي. قرآن کریم د مؤمنینو په اړه وايي، چې له ناپوهانو سره روغ چلند کوئ ((و اذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما[46]= او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي؛))

همداراز مؤمنین دې له چټیاتو په کرامت تېر شي. ((و اذا مروا باللغو مروا کراما[47]=او چې پر کوم عبث کار ورشي (؛ نو) په خورا عزت ترې تېرېږي [او ځان پرې نه ککړوي]؛))

هر چارواکی دې پراخه سینه ولري. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((آلة الریاسة سعة الصدر[48]= پراخه سینه د ریاست وزله ده.))

۳.ښووند دې ست نه کوي؛ بې تکلفه دې وي

تکلف دې ته وايي، چې انسان یو کار په سخته او تصنع وکړي؛ په ژوند، کار، پوښښ، وینا او کړنو کې پر ځان سخته راوړي؛ ځان ځانګړیو جامو اغوستو، ښوونځي او ځانګړیو زدکړیالانو ته مقید وي، لنډه داچې ځان ته پر یو شان قایل وي.

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم خلکو ته وویل: ((و ما انا من المتکلفین[49]= زه تکلف/ست کوونکی نه یم.))

د آنحضرت (ص) د ساده ژوند څو بېلګو ته پام وکړئ:

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم به هر ډول خواړه خوړل او هر هغه څه به یې خوړل، چې الله تعالی ورته حلال کړي وو[50]، ځان یې له بېوزلیو، نه جلا کاوه او ورسره په ناسته پاسته نه شرمېده، ټوکې یې کولې او له ټولو سره یې خواړه خوړل.

په اوښ ځغلولو سیالیو کې یې برخه اخسته[51]، پر خره سپرېده، حال داچې د کتې پرځای به پرې ټوکر هوار و. له مریانو سره او په لاندې ځایونو کې یې خواړه خوړل او په خپل لاس یې بېوزلیو ته ورکړه خوښه وه[52].

هغه ته چې له هیبته یې ړچېده، وویل: (( له ما ولې ډارېږې؟ زه خو څه پادشاه نه یم.[53])) چې مېلمه به شو؛ نو کوربه یې نه کړاوه او ویل یې: ((و ما انا من المتکلفین))

د بې تکلفۍ نښې دادي: ټولو ته سلام کول، له بېوزلیو سره تګ راتګ، له کورودانې سره مرسته، له خلکو تمه نه درلودل، پر خپله ناپوهۍ منښته [په هغه ځای کې چې نه پوهېږو]، د نورو پر غوراوي منښته[54] او دې ته ورته چارې.

حضرت علي کرم الله وجهه، د یوه چا په ځواب کې چې داسې یې پوښتلی و: ((ولې دې کمیس پیوندوې؟)) وویل: ((یخشع القلب و یقتدی به المؤمنون[55]= زړه خاشع کوي او مؤمنان ترې بېلګه اخلي))

 ښووند او مبلغ دې په خپلو نامعقولو غوښتنو، خلک نه په زحمتوي او همداراز د خوړو، ویدېدو او نورو چارو پرمهال دې، د خلکو دودونه نه ګډوډوي او له خلکو سره دې مرسته کوي:

تکلف ګر نباشد، خوش توان زیست            تعلق ګر نباشد، خوش توان مرد

۴.ښووند دې مخلص وي

په زده کړه، ښوونه او تبلیغ کې دې نږه نیت ولرو. امام صادق وايي: (( د هغه کس، ځای اور دی، چې علم ددې لپاره غواړي، چې پر علماوو وویاړي، له ناپوهانو سره پرې شخړه وکړي او یا داچې د خلکو پام ځان ته راواړوي.[56]))

د اخلاص مانا داده، چې له پیله د اجر او ثواب نیت و نه لرو؛ لکه څنګه چې قرآن د اهلبیتو په ستاینه کې وايي: هغه مهال چې مسکین، پلارمړی او بندیوان یې د کور وره ته ورغلل او هغوی ورته خپل روژه ماتی ورکړ، و یې ویل: (( لا نرید منکم جزاء و لا شکورا[57]= په رښتینه له تاسې هېڅ انعام او مننه نه غواړو.))

همداراز د لاسباړې خبره دې و نه کړو؛ ځکه د ټولو الهي  ښووندانو؛ یعنې انبیاوو شعار دا و: ((و ما اسلئکم علیه من اجر ان اجری الا علی رب العالمین[58]=زه ددې رسالت لپاره، له تاسې لاسباړه نه غواړم،اجر مې یوازې پر نړۍ پال پالونکي دی.))[59]

 البته د ډالۍ، لاسباړې او انعام اخستل، د اخلاص مخنیونکی نه دی؛ په تېره هغه مهال چې د چارواکیو له لوري، مخکې له مخکې، ښوونکي یا مبلغ ته بودجه ټاکل شوې وي.

قرآن د پلارمړیو د مال سمبالښت په اړه وايي: (( و من کان غنیا فلیستعفف و من کان فقیرا فلیاکل بالمعروف[60]= او څوك چې بډاى وي [د لاسباړې (حق الزحمې) له اخستو دې] ډډه وكړي او څوك چې بېوزلى وي؛ نو په غوره توګه (او د خپلې زيار ګالنې له مخې) دې يې وخوري))

که څه دا آیت د پلارمړیو د تولیت حق او پر مال یې د څارنې په اړه دی؛ خو دا اخلاقي او وجداني حکم پر ټولو چارو جاري دی، چې متمکن وګړي دې ټولنیز چوپړونه بې له کومې تمې ترسره کړي او د لاسباړې اخستو په صورت کې دې، متعارف  برید په پام کې ونیسي.[61]

د قرآن په انسان سورت کې ځیرنه، چې پکې پرلپسې پلارمړي، مسکین او بندیوان ته د اهلبیتو د خوړو ورکولو خبره راغلې، موږ خالصانه کړنو ته هڅوي؛ ځکه الله یې د اخلاص پر وړاندې، د جنت ژمنه کوي، وايي: (( ان هذا کان لکم جزاء و کان سعیکم مشکورا[62]=دا مو د کار جزا ده او له چاره مو الله منندوی دی.))

د اخلاص په اړه دې درېیو خبرو ته پام کوئ:

الف) که انسان ده او هغه ته په تمه وي؛ نو ګرفتار به شي، د هغه ډلې ستایونکی به شي، چې ورسره مرسته کوي او پر هغه ډله به نیوکې کوي، چې مرسته ورسره نه کوي. (صن وجهی بالیسار، فاقتتن بحمد من اعطایی، وابتلی بذم من منعنی.[63])

ب)اخلاص هغه پوهنتون دی، چې په څلوېښت ورځو کې فارغ التحصیل ورکوي. په روایتونو کې لولو: ((څوک چې څلوېښت ورځې خپلې چارې په اخلاص وکړي؛ نو الله به یې له زړه نه پر ژبه د حکمت چینې راوبهوي.[64]))؛ یعنې اخلاص د ډېری ثوابونو ترڅنګ، د انسان له عملي پرمختګ سره هم مرسته کوي.

ج)که ایمان او توحید مو پیاوړی وي او پوه شو، چې ډېروالی او لګوالی مو یوازې د الله په لاس کې دی (الهی بیدک لا بید غیرک زیادتی و نقصی)؛ نو هوساینې او اخلاص ته به ورسو. ډېر دي داسې کسان چې تل دنیا ته د رسېدو لپاره هڅې کوي؛ یوه ډله یې نه ور رسي او هغه ډله هم چې دنیا ته ور رسي، خوند ترې نه اخلي. د قرآن د تعبیر له مخې، داسې یو ځای ته ور رسي، چې په خورا خواشینۍ وايي: ((ما اغنی عنی مالیه. هلک عنی سلطانیه[65]= مال مې مړه خوا نه کړم او ځواک مې ورک شو))

۵.  ښووند دې ځان فارغ التحصیل نه ګڼي

په اسلام کې څوک فارغ التحصیل نه دی؛ ځکه الله تعالی خپل استازي ته وايي : (( و قل رب زدنی علما[66]= ووایه! پالونکيه پوهه مې راډېره کړه.)) او په یوه حدیث کې راغلي دي، چې آنحضرت (ص) وویل: ((اذاا اتی علی یوم ازاد فیه علما یقربنی الی الله تعالی فلا بورک لی فی طلوع الشمس ذلک الیوم[67]= که کومه ورځ راشي او پر هغه ورځ مې هغه پوهه زیاته نشي، چې الله ته مې ورنږدوي؛ نو د هغه ورځ لمر راختل دې راته بختور نه وي.))

امام صادق وویل: (( زموږ علوم په هر شواروز کې ډېرېږي او که ډېر نه شول؛ نو علمي زېږمې مو له منځه ځي.))[68]

الله تعالی د حضرت موسی علیه السلام په څېر اولوالعزم پېغمبر ته حکم کوي، چې حضرت خضر راپیدا کړه او له هغه سره په بحري او بیدیايي سفر ووځه، چې له پوهې یې برخمن شې. حضرت موسی او ملګری یې هم ددې ښوونکي په موندنه کې په خورا زحمت شول: ((لقد لقینا من سفرنا هذا نصبا[69]= په رښتینه ! چې په دې سفر کې ډېر وکړېدو))

له دې کیسې پوهېږو، چې:

-ټول دې د علم زده کړې په فکر کې ووسو.

-زده کړه یوازې په ټولګي او سبق ویلو نه ده. زده کړې ته دې ان بحرونو او بیدیاوو ته ولاړ شو.

-د ظرفیتونو توپیرونو ته مو دې پام وي. حضرت موسی له حضرت خضر نه داسې چارې ولیدې، چې هک پک یې کړ.

-هغه بریالی دی، چې وکولای شي، له هرې کیسې، هر وګړي، چې په هر عمر او شرایطو کې وي، علم زده کړي؛ لکه څنګه چې حضرت سلیمان علیه السلام، له ملاچرګک نه زده کړه وکړه.[70]

قرآن کریم هغه وګړي رټلي دي، چې پر خپل علم قانع وو: (( فرحوا بما عنده من العلم[71])) یا ((ذلک مبلغهم من العم[72])) او همداراز په یوه حدیث کې هم لولو: (( اعلم الناس من جمع علم الناس الی علمه[73]= په خلکو کې تر ټولو پوه هغه وګړي دي، چې د خلکو پوهه پر خپل پوهه ورزیاته کړي.))

۶. ښووند دې خپلې لاس ته راوړنې د الله له لوري وبولي

ډېر پام کوئ، چې پر کتاب، زده کړه، مقالو او څېړونو بوختیا مو له الله غافل نه کړي. قرآن کریم د حضرت شعیب علیه السلام له خولې وايي: ((و ما توفیقی الا بالله[74]= بې د الله له پېرزو، کوم توفیق نه لرم))

و دې نه انګېرو چې علمي پرمختګ او لاس ته راوړنې مو یوازې د مطالعې، زده کړې او تدریس په پار دي؛ ځکه دا انګېرنه، غرور زېږې ده. قارون ته به یې چې ویل : (( له هغو نعمتونو چې الله درکړي، له بېوزلیو سره هم مرسته وکړه.[75]))؛ نو هغه به ویل: ((دا شتمني مې د هغې پوهې په پار ده، چې بې له ما یې بل څوک نه لري[76])) او داسې مغرورانه ځواب یې ورکاوه.

وي به داسې وګړي، چې تر موږ ډېر فکر کوي، زده کړه کوي، ټولګيو ته ځي، تدریس کوي؛ خو لاس ته راوړنه نه لري. ذهن او فکر، شننه او مطالعه، څېړنه او لیکنه، ګرد سره د الله دي. کله انسان ته، سملاسي بې له دې چې فکر یا مطالعه یې کړې وي، طرح ورالقاء او الهام شي؛ لکه یو شاعر چې یودمي یو ښکلی شعر ووايي؛ خو همدا شاعر کله په مودو مودو سوچونه کوي؛ خو یو بیت شعر هم نشي ویلای.

ما پخپله یو ځل یوه خبره وکړه، چې ټول په ژړا شول او همدا خبره مې په یوه بل ځای کې وکړه؛ خو ټولو وخندل، ته وا الله پوهول غوښتولم، چې د خبرې اغېز په ما پورې اړه لري، نه په تا پورې!

کولای شو ځینې علوم په تعلیم، تحصیل، تدریس، مطالعې او ویینې لاس ته راوړو؛ خو ټول علوم داسې نه دي. کله ځینې ځانګړي علوم او ادارکات ځینو ځانګړیو وګړیو ته ورکول کېږي. قرآن کریم د حضرت یوسف علیه السلام په اړه وايي: (( و کذلک یجتبیک ربک و یعلمک من تاویل الاحادیث[77]= الله ته وټاکلې او ځانګړې پوهه یې درکړه.)) دا ورکړه او عنایت یوازې په علم پورې ځانګړی نه دی؛ بلکې کله ځینو وګړیو ته ځانګړی بصیرت/لیدانه، حکمت او باطني نور هم ورکول کېږي، چې له لامله یې په ساده کتو، د چارو ژورو ته ور رسي. کربلايي کاظم ساروقي – چې په یوه شېبه کې د ټول قرآن حافظ شو- ددې ډول وګړیو یوه بېلګه ده. شته داسې کسان چې لیک لوست نشي کولای؛ خو له رحماني فیوضاتو برخمن دي.

نوځکه وایم چې عزتمن ښوونکي دې د خپلو علمي او څېړنیزو بوختیاوو په پار، له دې رڼې سرچینې نه غافلېږي. د قرآن ټینګار دی، چې پاک او متقي زړه، د علومو او حقایقو هینداره کېږي: (( واتقوا الله و یعلمکم الله.[78])) هو ګرانه! د انسان زړه، د هیندارې په څېر دی، چې که دوړې او لوخړې ترې لرې کړو؛ نو الهي رڼا به پکې وځلېږي.

۷. ښووند دې مېړنی وي

 ښووند دې مړانه ولري؛ که پر څه نه پوهېږي، و دې وايي: نه پوهېږم او په دې چار دې نه شرمېږي او د هغوی پر غوراوي دې منښته وکړي، چې ترې ډېر پوهېږي او که څه یې هېر شوي وي، و دې وايي، چې راځنې هېر شوي دي.

مړانه یواې د جګړې په ډګر کې نه وي؛ بلکې په ورځني ژوند کې هم ورته اړتیا ده. په کمزورۍ او تېروتنه منښته، بښنه غوښتل او د خپلو ماتو خوړولو ویل، چې نورو ته عبرت شي، مړانې ته اړتیا لري.

کله دې  ښووند د خپلو زدکړیالانو احساساتو قابو کولو ته، د ځان په باب بېلګه راوړي، چې نورو ته لار پرانستل شي، د بېلګې په توګه، و دې وايي: (( په ماشومتوب کې مې له ونې یوه مېوه راوشوکوله او و مې خوړه، چې غټ شوم؛ نو پوه شوم، چې حق الناس دی؛ نو د هغه ونې څښتن ته ورغلم او راضي مې کړ.)) په دې توګه، په دې بېلګه راوړو، خپلو زدکړیالانو ته وايي چې حق الناس بلوغ او کوشنیوالی، خوب او ویښتیا یا مست او هوښیار نه پېژني. ان که څوک په خوب کې په خپله لغته د چا لوښی مات کړي؛ نو چې راویښ شو، باید بیه او تاوان یې ورکړي.

که  ښووند په کومه چاره کې تېروتی وي؛ نو له خپلې تېروتې خبرې دې تېر شي او ټینګار دې پرې نه کوي[79] او له خپلو زدکړیالانو دې بښنه وغواړي. کله دې په لمونځ کې سلام واړوي؛ د بېلګې په توګه، که په لمانځه کې یې پام شوی وي، چې اودس یې مات شوی دی یا یې اودس نه درلود؛ نو په خورا مړانه دې منښته وکړي، چې اودس مې نه درلود او لمونځ دې پرېږدي.

کله باید له عنوان او نامې تېر شو، که د ګروال، جنرال، ډاکټر، انجینر، مفتي او دې ته ورته لقبونه یې درته کارول او ته داسې نه وې؛ نو چوپ مه پاتېږئ او که دا وګړی د خلکو په دې چار خوښ وي؛ نو هرومرو به د الله پر قهر ککړ وي.

قرآن کریم په دې باب وايي. ((هغوى له عذابه خوندي مه ګڼه،چې په خپلو (ناوړو) كړنو نازېږي او دا يې (هم) ښه ايسي (ښه) كارونه يې چې بیخي نه دي كړي،وستايل شي(؛بلكې) ورته دردناك عذاب دى.[80]))

 ښووند دې په مړانه پر حق دریځ ولاړ وي او پرې دې نه ږدي، چې تطمیع، ګواښنه، ډنډورې او جوسازۍ یې له حق مسیره کوږ کړي. د بشر ښوونکي؛ یعنې انبیاء، له حق نه د دفاع په پار ډول ډول خطرونو ته ورغاړې وتل:

-کله به شهید شول ((یقتلون النبیین[81]))؛

-کله یې سپکاوی کېده ((انک لمجنون[82]))؛

-کله به پر شړل کېدو ګواښېدل ((اخرجوهم من قریتکم[83]))؛

خو څه چې هغوی ته ارزښتمن وو، پر حق نېغ لار یې مقاومت و.

ننني بې شهامته لوستي به د سبا ځان پلورونکي وي؛ نو نوی کهول دې مېړنی وروزل شي، چې پر ارزښتونو ګروهن وي، د ارزښتونو ساتلو ته سرښندویه وي او په دې لار کې له ځاني او وټیزې پانګې تېر وي.

ابن سکیت د امام رضا، امام جواد او امام هادي ملګری و او په عین حال کې د عباسي خلیفه متوکل زامنو ته یې ښوونه هم کوله. یوه ورځ متوکل وپوښت: ((زما زامن غوره دي، که د علي بن ابیطالب دوه زامن؟)) هغه خپله څو کلنه چوپتیا ماته کړه او و یې ویل: (( قنبر د علي مریی، تر تا او زامنو دې غوره دی، حسن او حسین خو پر خپل ځای دي.)) متوکل چې د خپل پېر واکمن او طاغوت و او د داسې یوې خبرې تمه یې بېخي نه درلوده، له غوسې سم چوېده او د خپلو زامنو د ښوونکي د وژنې حکم یې ورکړ.[84]

۸. ښووند دې اعتماد به نفس ولري

موږ باید منطق ولرو، پر الله ډاډمن ووسو او په یوه پېښه کې هم ځان و نه بایلو. ځینې وګړي، د خپلو ډېری سمو او منطقي/سولیزو دودونو سپکاوی کوي او د نورو ډېری ناسم او ناسولیز دودونه مني.داسې خلک چې څلور ټکي انګریزي زده کړي؛ نو تل ترې په خبرو کې ګټنه کوي یا داچې داسې انګېري، چې له هېواده بهر تولید شوي توکي، تر کورنیو توکیو غوره دي، دا د ځان بایلنې څرګندوی ده.

یوه ورځ مامون ښکار کولو ته بهر ووت. په لار کې له ځینو کوشنیانو سره مخ شو، چې لوبې یې کولې او په هغوی کې امام جواد- چې هغه مهال شاوخوا یوولس کلن و- هم ولاړ و. ماشومانو چې مامون ولید؛ نو ټول وتښتېدل؛ خو امام جواد له خپله ځایه و نه خوځېد. مامون وپوښت: ((ولې و نه تښتېدې؟)) امام جواد وویل: (( لار تنګه نه وه، چې درته مې پرانستې وای او کومه ګناه مې هم نه وه کړې، چې له جرمانې یې وډار شم او پر تا مې نېک ګومان درلود، چې بې ګناه وګړي نه کړوې.)) مامون دې ډول ځواب ورکولو هک پک کړ او د هغه نامه او نسب یې وپوښت او و یې پېژانده.[85]

حضرت زینب کبری، د امام حسین تر شهادت روسته، چې بندیوانه شوې هم وه، وینا وکړه او یزید ته یې وویل : (( انی لاستصفر قدرک= کوشنی دې ګڼم.[86])) آنحضرت په خپلو ویناوو د امویانو د رژیم پښې ولړزولې.

امام کاظم په دې اړه هشام ته وویل:

(( ای هشام! که په لاس کې دې غوزان وي؛ خو خلک ووايي، چې ملغلرې دي؛ نو تاته څه ګټه نه لري؛ ځکه پوهېږې، چې غوزان دي او که په لاس کې دې ملغلرې وي او خلک ووايي، چې غوزان دي؛ نو تاوان یې نه در رسي؛ ځکه پوهېږې، چې ملغلرې دي.))[87]

البته د اعتماد به نفس سرچینه دې پر الله او لار یې ایمان، الهي موخه او بشپړ بصیرت درلودل وي: ((قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي = ووايه : (( دا زما لار ده، چې زه او زما لاروي، په پوهې او دليل (خلك) د الله لوري ته رابولو!! ))))

۹. ښووند دې ولسي وي

 ښووند دې په ټولنه کې وي. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم تل له خلکو سره و، تردې چې کفارو به ویل: ((وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ لَوْلَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا =او وايي: ((دا څنګه استازی دى، چې خواړه خوري او په بازارونو كې ګرځي راګرځي؟! (نه د پرښتو په څېر دى او نه د باچايانو په توګه)! ولې كومه پرښته ورته را و نه لېږل شوه، چې ترڅنګ یې ګواښګرندې وي. (او د ادعا يې پر رښتينولۍ شاهده وې)؟))

مشر دې له ټولنې ځان نه جلا کوي او عادي ژوند او په خلکو شتون ورته یو کمال دی.

هغه چې له خلکو سره تګ راتګ او مړی ژوندی لري، په ښه توګه ورته ارشاد کولای شي. قرآن د انبیاوو په اړه وايي: (( و یمشون فی الاسواق[88]= په بازارونو کې ګرځېدل))؛ یعنې له خلکو سره یې تګ راتګ درلود، چې په ښه توګه یې درک کړي.

د قرآن کریم په ځینو آیتونو کې د ((رسول)) کلمه، له ((فیهم)) او ((منهم)) سره راغلې ده؛ یعنې هغه استازی چې له خلکو او په خلکو کې دی او ورسره ژوند کوي. (فارسلنا فیهم رسولا منهم[89]) او په ځینو آیتونو کې د ((والذین معهم)) له عبارت سره راغلې ده، چې د ولس او د خدای د استازي ملتیا راښيي؛ نو پردې بنسټ، له خلکو، په خلکو او ولسیتوب مهم دی.

په یوه حدیث کې لولو: ((ان الله یکره من عبده یراه متمیزا بین اصحابه[90]= الله تعالی له هغه بنده کرکه لري، چې په ملګرو کې ځان ته پر ځانګړي امتیاز قایل وي.)) الله تعالی هم په قرآن کې امتیازطلبي منع کړې او حکم یې کړی، چې په حج مراسمو کې دې ټول مسلمانان په عرفات کې وقوف وکړي او له هغه ځایه دې د مشعر پر لوري ولاړ شي: ((ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ[91]= بيا له هماغه ځايه راکېوځئ، چې (نور) خلک (منی ته) راکېوځي)) الله تعالی په دې حکم سره، هغه امتیاز له منځه یووړ، چې قریش پرې ځان ته قایل وو او په عرفات کې یې وقوف نه کاوه.

امام رضا په یوه لیک کې خپل زوی امام جواد ته ولیکل: (( اورېدلې مې دي، چې له ځانګړي وره مو غونډو ته بوځي؛ خو تاسې باید له هماغه وره ورننوځئ، چې نور هم ورننوځي، چې بېوزله درته لاسرسی ولري. ))

هغه  ښووند بریالی دی، چې زدکړیالان ورته په اسانه لاسرسی ولري، په مجادله سورت، لومړي آیت کې لولو: ((قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا[92])) دا آیت دلیل دی، چې ان یوې عادي مېرمن هم رسول الله په خورا اسانه لیدای شو او خپلې هغه ستونزې یې ورته ویلې چې له خپل مېړه سره یې درلودې، چې دا چار د آنحضرت (ص) د ولسیتوب ښکارندوی دی.

په حدیثونو کې راغلي: هغه وګړي چې غیرطبيعي چارې کوي، یو ډول رنځ لري او داچې په ځان کې نیمګړتیا او سپکاوی ننګېري؛ نو د یو لړ چار په کولو یې جبیره کول غواړي. په فقه کې هم راغلي دي، چې د شهرت جامې حرامې دي؛ ځکه یو ډول امتیاز طلبي پکې ترسترګو کېږي.

حضرت مولا علي کرم الله وجهه خپل یوه استازي ته ولیکل: ((اورېدلي مې دي، چې داسې غونډې ته ورغلی وې، چې ټول پکې غوښن او ماړه خلک وو او یو بېوزله هم پکې نه و، دا چار وړ نه دی))

۱۰-ښوونکې دې په پسته ژبه وګړېږي

د ښوونکي یوه ښه ځانګړنه پسته ژبه او په ځغرده ګړېدل دي. اسلام په ټولو چارو کې- بې له هغو چارو چې پکې د خلکو د آبرو او جنسي او کورنیو چارو په اړه خبره وي- په ځغرده خبره کړې او دا آر دې  ښووند هم پلي کوي.

په قرآن کریم کې یوازې څو متشابه آیتونه دي، چې پرې پوهېدل ځانګړې ځیرنې، څېړنې، وړتیا او د امامانو لاسنیوي ته اړتیا لري؛ خو د ډېری آیتونو ظاهر، معمولي وګړي درک کولای شي. قرآن ځان ښکاره او څرګنده رڼا بولي. د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم یوه ځانګړنه هم دا وه، چې سپینې او څرګندې خبرې یې کولې، چې هر اورېدونکی به پرې پوهېده.[93]

سپینه، په ځغرده او مړانه خبره کول او پکې له ټبریزو او نسبي ملاحظاتو ډډه کول، چې حقایق پرې وویل شي او له باطل سره پرې مبارزه وشي، د رښتین ایمان نښه ده[94]. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په ځغرده خپلو خپلوانو ته ګواښګرندي وکړه: ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ[95]= او خپل نژدې خپلوان دې وگواښه.)) او د کفارو پر وړاندې یې په ځغرده خپل دریځ اعلان کړ:

((قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا لَّهُ دِينِي.فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُم مِّن دُونِهِ قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ[96]= ووايه : ((زه خو الله په خپلې نږه ګروهې سره لمانځم. نو بې له ده، څه مو چې خوښه وي، و يې نمانځئ .)) ووايه: ((واقعي زيانمن هغوی دي، چې د قيامت پر ورځ يې ځانونه او خپله کورنۍ زيانمن كړل، خبر وسئ، چې همدا ښكاره تاوان دى.)) او همداراز په نورو چارو کې هم، د الله استازی دنده درلوده، چې په ځغرده چلند ولري.[97]

د قرآن په وینا کې د ځغردتوب بله بېلګه، د بني اسرائیلو د دروغجنو او خیالي ادعاوو رد کول دي؛ ځکه په څرګنده یې د هغوی خیالي او دروغجن اندونه رد کړي دي[98].

که څه د الهي احکامو او حدودو په اړه له معاندو وګړیو سره په چلن او د کږنو انګېرنو او ناسمو اندونو او دودونو په له منځه وړو کې په ځغرده او سپینه خبره په کار ده؛ خو ښوونکي دې د مقابل لوري د ظرفیت په پامینوي ورسره خبرې وکړي.

۱۱. ښووند دې منصف وي

هغه چار چې عقل، دین او وجدان یې سپارښتنه کوي او د ښووند او زدکړیال اړیکه سره لاپیاوړې کوي، د ((انصاف)) رعایتول دي. په تدریس، نیوکه، هڅونه، رټنه او له زدکړیال سره په چلن کې انصاف د بري خواله ده. د انصاف رعایتول ددې لاملېږي، چې په مقابل کې لوري کې د اغېزمنېدو کچه لوړه شي. که انسان پوه شي، چې  ښووند یا روزنکی یې په اړه هېڅ ډول بې ځایه تعصب نه لري او یوازې په حقیقت پسې دی؛ نو ددې پرځای چې ښوونکي (وګړي) ته وویني، استدلال ته یې ویني، څو غوره ټاکنه وکړي. دا باور په انسان کې ارامش او ډاډ رامنځ ته کوي.

قرآن کریم وايي: ((إِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَى هُدًى أَوْ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ[99]= او بېشکه موږ یا تاسې یا پر سمه لار يو يا په څرګند بېلارېتوب كې! [راځئ چې سره کېنو او خبره سپینه کړو]))

د انسانانو په کره کتنه کې د انصاف رعایتول خورا اړین چار دی؛ یعنې که پر یوه چا نیوکه لرو؛ نو مثبت ټکي دې یې هم ووایو. سره له دې چې قرآن کریم پر ځینو یهودو د ربا/سود خورۍ، د تورات اړونې، له دښمن د وېرې او هوساینغواړۍ په پار ډېری نیوکې کړې دي؛ خو د هغوی ځینې یې د امانتساتۍ په پار ستایلي دي او ویلي یې دي: ((وَمِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ إِن تَأْمَنْهُ بِقِنطَارٍ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ [100]=په كتابيانو كې داسې څوك هم شته، چې كه ته په امانت ډېره شتمني وركړې؛ نو درسپاري یې))

همداراز قرآن کریم ډېری د ((منهم)) په کلمه پر ځینو وګړیو نیوکه کوي؛ نه پر ټولو یې[101]؛ او که پر ډله نیوکه کوي؛ نو د ((الا))په کلمه ترې د پاکانو او خوبانو حساب جلا کوي[102]. په مقابل لوري کې، که د کومې ډلې ستاینه کوي، ټول نه ستايي؛ د بېلګې په توګه د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د مېرمنو په اړه وايي: ((فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا[103]= الله ستاسې نېكانو ته ستره بدله چمتو كړې ده.))))

قرآن ان د شرابو او جواریو د تحریم پرمهال یې ګټو ته هم اشاره کړې او ویلي دي: ((تاوان یې تر ګټې ډېر دی.))

انصاف خو دادی، چې انسان د نورو حق خبره ومني. په روایتونو کې راغلي دي: یو سړی د خبرو اترو او ویېنې لپاره امام صادق ته ورغی. امام صادق ویېنه خپلو زدکړیالانو ته ورپرېښووله او پخپله ورته په ننداره شو. د ویېنې تر پای ته رسېدو روسته، امام صادق خپل یوه زدکړیال ته وویل: ((په ویېنه کې دې نیمګړتیا دا وه، چې د تعصب په پار دې کله د مقابل لوري حق خبره هم نه منله.))

د انصاف یوه بله بېلګه داده، چې انسان کوم مطالب چې له بل چا رااخستي وي؛ ځان ته یې نسبت ور نه کړي، ځان علمي لوړپوړی و نه ګڼي او له هر ډول افراط او تفریطه لرې والی وکړي.

۱۲. ښووند دې له خپلو زدکړیالانو سره ملګری، صمیمي او مینه ناک وي

د ښوونکي د ولسیتوب په اړه ځینې خبرې وویل شوې؛ سربېره پردې، له زدکړیال سره ملګرتیا او مینه ناک چلن، د ښوونکي یوه ښه ځانګړنه او د بریا خواله یې ده. د ښووند او زدکړیال ترمنځ دې تشویش، تاوتریخوالی او وېره واکمنه نه وي. وچ کلک او له تاوتریخوالی سره مل چلن به زدکړیال له ښوونکي توري کړي. الله تعالی خپل استازي ته وايي: ((وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ[104] = او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نو خلك درځنې خپرېدل))

کله به ځینې خلک د الله استازي ته ورغلل او د آنحضرت (ص) په مخ کې به یې ځان بایله؛ آنحضرت به هغوی آرامول او په مینه ناک چلن به یې د هغوی تشویش لرې کاوه. حضرت علي کرم الله وجهه یې هم په اړه ویلي : (( له ما سره د جبارانو په څېر چلن مه کوئ.)) همداراز امام صادق ویلي: (( احب اخوانی الی من اهدی الی عیوبی[105]= غوره ملګری مې هغه دی، چې نیمګړتیاوې مې را پر ګوته کړي.)) په بل حدیث کې راغلي دي: (( لینوا لما تعلمون[106]= له زدکړیالانو سره مو نرم چلېږئ.))

د صمیمیت رامنځ ته کولو یوه لار، مینه کول دي. مینه تر ټولو پیاوړې یا یوه پیاوړې روزنوزله ده. الله تعالی د خپل استازي په اړه وايي: ((لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ = په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې يو استازى درغى، چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګار كوي، پر مؤمنانو لورین زړه سواند دى؛))

الله پاک خپلې دا دوه نامې (رئوف او رحیم) بې د اسلام له پېغمبره، بل یوه پېغمبر ته هم نه ده اخستې او همداراز آنحضرت (ص) یې ((عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ)) د خپل امت غمخور معرفي کړی دی، داسې چې هر هغه څه چې خلک پرې کړېږي، آنحضرت (ص) هم پرې کړېږي او دا له خلکو سره د آنحضرت خورا ډېره مینه ده، چې خلک ورماتوي.

درس معلم ار بود زمزمه محبتی                   جمعه به مکتب آورد طفل ګریزپای را

الله په قرآن کریم د مینې او محبت له لارې بلنه کړې ده؛ د بېلګې په توګه، داچې الله غواړي خلک د درز، شرک، کفر، ناپوهۍ، تعصب او کږنو انګېرنو له تورتمونو، د رڼا لوري ته ور وبولي او د توحید او اخلاص نړۍ ته یې بوځي؛ نو پر خلکو درود وايي او هغوی له دې لارې رابلي: ((هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلَائِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ[107]= دی (الله) هغه ذات دى، چې پخپله او پرښتې يې رحمت درنازلوي، چې تاسې (د ناپوهۍ، شرك او ګناه) له تيارو (د پوهې، ايمان او تقوا) رڼا ته راوباسي))؛ ځکه چې دین ته د خلکو رابللو لار، درود او رحمت دی. همداراز الله تعالی مؤمنانو ته ډېر[108]، ستر[109]، ارزښتمن[110] او تلپاتې[111] اجر ټاکلی دی.

د ویېنې په دوام او د هڅونې په ویېنه کې، بشپړوونکې ویېنه ده. ان شاء الله تعالی.

۱۳. ښووند دې ښیونکی او عمل کوونکی وي

معلمي په وده کېږي. یو  ښووند دې لومړی پخپله وده وکړي، تر څو وکولای شي نورو ته هم وده ورکړي؛ لومړی دې پخپله ښيون شي، تر څو نور ښیون کړي. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وویل: (( د چاچې عمل ډېر شو؛ خو ډېر ښيون/هدایت تر لاسه نه کړي؛ نو یوازې له الله  یې لرېوالی لاس ته راوړی دی.))[112]

امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه د علم پایله عمل، حلم، تواضع، حیات، حسن خلق، پوهه، ویښتیا، استقامت، عبادت، ژغورنه او په عمل کې اخلاص ګڼلی دی.[113] او همداراز په بل ځای کې وايي: ((د علم مېوه، د عمل په ښکلا راشکول کېږي، نه د وینا په ښکلا[114].))

پر خپله خبره عمل نه کول، کله د بېوسۍ له لامله وي او کله د ناغېړۍ له لامله، چې که د ناغېړۍ له لامله وي، نو رټنوړ چار دی. بې عمله عالم، له شنډې ونې، بې ورښته ورېځو، وچ نهر، بې شاتو مچۍ، بې تاره ستنې او له هغه خره سره ورته شوی دی، چې کتابونه لېږدوي.

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په دې اړه ویلي دي: (( هغه علم چې عمل پرې ونشي، د هغه زېرمې په څېر دی، چې و نه لګول شي او ګټنه ترې ونشي؛ خاوند یې په راټولنه کې ځان په زحمت کړی، بې له دې چې ګټنه ترې وکړي یا یې ولګوي.))[115]

له امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه هم روایت شوی دی: (( بې عمله علم، د انسان پر خلاف حجت دی.[116]))

همداراز امام باقر وايي: (( هغه چې د عدالت خبرې کوي؛ خو عادل نه وي؛ نو په قیامت کې به تر ټولو ډېر خواشینی وي[117].))

په دې اړه امام صادق وايي: (( عالم نه دی، چې کړنې یې د خبرو تاییدونکې نه وي.[118])) له حضرت عیسی علیه السلام هم رانقل شوی دي: ((تر ټولو بدمرغه انسان هغه دی، چې په خلکو کې په علم مشهور؛ خو په عمل مشهور نه وي.[119]))

۱۴.  ښووند دې سوتره وي

انسان فطرتا له پاکوالي سره مینه لري او اسلام پر پاکوالي خورا سپارښتنې کړې دي. البته اسلام پاکوالی یوازې په جسم پورې ځانګړی نه ګڼي؛ بلکې د فطرت، اند، مړۍ، ځوځات، زړه او ټولنې پاکوالي ته یې هم پاملرنه کړې ده. د جسم او زړه دواړو پاکوالی اړین دی[120].

طهارت په اسلام کې د عبادتونو د قبلېدو شرط دی، د لمانځه لپاره د پاکو او سوتره جامو پر اغوستو ټينګار شوی دی؛ همداراز مسواک وهل، ږومنځه وهل، عطر لګول هم د عبادت ثواب ډېروي. الله تعالی وايي: ((يَا بَنِي آدَمَ خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ[121]=د آدم ځوځاته! چې كله جومات ته ورځئ؛ نو خپله ښكلا درسره واخلئ)) همداراز د لوی اختر، کوشني اختر او جمعې پر ورځو پر پاکوالي او غسل ټینګار شوی دی.

هغوی چې غواړي په تدریس او تبلیغ کې اغېزمن ووسي؛ نو ظاهري ښکلا او نظم ته دې یې پام وي. همداراز د ټولګي پاکوالی، جاري هوا، مناسبه رڼا او له روښانه رنګونو ګټنه، د تدریس اغېزمني ډېروي.[122]

البته د پاکوالي مانا له ګرانبیو او په ځانګړیو سټایلونو د جامو ګڼدل نه دي؛ ځکه که ښوونکي ځانګړي سټایلونه وکړي؛ نو دا چار د زدکړیال تمرکز ګډوډوي او بیا به یې د ښوونکي پر زده کړه سر نه خلاصېږي؛ نو د ښوونکي جامه دې پاکه او سوتره وي؛ خو داسې سټایلونه دې پکې نه وي، چې د زدکړیالان ذهن ځان ته رامات کړي.

۱۵. ښووند دې ښه خوی ولري

له بداخلاقه ښوونکي زدکړیالان توري کېږي. په قرآن کې لولو: ((وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ[123]= او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نو خلك درځنې خپرېدل؛))

قرآن کریم، رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د لورنې پېغمبر نومولی دی[124]. او له مؤمنینو سره د مخېدو پر مهال یې رئوف او لوراند ستایلی دی. ((بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ[125]))

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د اخلاقو بېلګه وه[126]؛ تردې چې الله تعالی د آنحضرت (ص) په هومره ښو ځانګړنو کې پر ((خُلق[127])) ټینګار کړی دی او هغه یې ستر ګڼلی دی. ((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ[128]=او په رښتيا ته ستر خويونه لرې.)) حال داچې، الله دنیا یې له هومره ستریا سره کوشنۍ او لږه ګڼلې ده. ((متاع الدنیا قلیل[129]))

 حضرت ام المؤمنین عایشه بي بي د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د اخلاقو په اړه ویلي دي: ((کان خلقه القرآن= اخلاق یې قرآن و)) او دا نبوي خویونه او اخلاق وو، چې د الهي کتاب ترڅنګ یې ستر انسانان وروزل.

تر پېړیو پېړیو تېرېدو روسته، اوس هم مؤمن انسانان د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم پر اخلاق مین او ورمات دي.

د ښوونکي وینا رغوونکې او روزونکې نه ده؛ بلکې کړنې یې دي، چې پر مخاطب اغېز شیندي؛ نو د ښوونکي کړنې او حرکتونه دې داسې وي، چې زدکړیال وروزي او جوړ یې کړي. هغه مهال چې د مرحوم علامه طباطبايي[130] زدکړیالانو ترې وغوښتل، چې په ټولګي کې د اخلاقو زده راکړه؛ نو هغه ورته وویل: ((اخلاق علم نه دی، عمل دی))

هېر مو دې نشي، څومره چې د معلمۍ مقام ستر دی، پازوالي یې هم درنده ده. داچې  ښووند خپلو زدکړیالانو ته بېلګه دی؛ نو خبلو حرکتونو، کړنو او خبرو ته مو پام وسه.

۱۶. ښووند دې ماتمخی وي

الله تعالی په قرآن کریم کې وايي: ((وَلاَ تَمْشِ فِي الأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ الأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولاً= او پر ځمكه په نخرو مه ځه؛ ځکه ته نه ځمكه څيرولاى شې او نه د غرونو تر څوکو رسېداى شې.))

همداراز قرآن کریم، رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته وايي: ((وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ[131]= او مؤمنانو ته دې خپل وزر ورټيټ کړه، چې ستا لاروي کوي (او په نرمۍ ورسره چلېږه).))

په روایتونو کې راغلي دي، چې د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم غونډې به په کړۍ بڼه وې؛ یعنې په داسې بڼه به وې، چې لاندې باندې او مخکې روسته پکې نه وو. کله به چې کوم نوی کس ورغی؛ نو رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم به یې نه پېژانده، خلکو ته به یې لیدل او بیا به یې پوښتل: (( ایکم رسول الله[132]= رسول الله مو کوم یو دی؟)) دا پوښتنه ددې څرګندوی ده، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د ناستې پاستې په ځای، جامو اغوستو او څېره کې، داسې ځانګړی کار نه کاوه، چې یوازې هم هغه ته ځانګړی امتیاز وشمېرل شي او په خورا ماتمخۍ یې په خپلو اصحابو کرامو کې ناسته پاسته کوله.

په یوه روایت کې راغلي دي، چې حضرت عیسی بن مریم وویل: (( ای حواریونو[133]! له تاسې یوه غوښتنه لرم، راپوره یې کړئ!)) ورته وویل شول: (( ای روح الله! پر سر سترګو))؛ نو آنحضرت (ع) پاڅېد او د هغوی پښې یې ووینځلې. و یې ویل: (( ای روح الله! دا کار له موږ سره ښه برېښېده.)) آنحضرت (ع) وویل: (( د خلکو چوپړ ته یې تر ټولو وړ وګړی، تر ټولو عالم یې دی او ما له دې لارې تواضع وکړه، چې تاسې هم زما په څېر په خلکو کې ماتمخي/تواضع وکړئ، په تواضع حکمت ښېرازولای شو؛ نه په تکبر او پېسمنۍ؛ لکه څنګه چې په نرمه ځمکه کې کرل کېږي؛ نه په سخت او کلک غره کې[134]))

۱۶. ښووند دې نېکه مخینه ولري

په هر کار او تدریس، تبلیغ او روزنې کې د بري لپاره، د نېکې مخینې او په خلکو کې محبوبیت درلودل خورا مهمه ونډه لري. د یوه نېکنومي سړي د خولې خبره خورا اغېزمنه وي؛ خو هماغه خبره به د بدنامي او ناپیژاندي له خولې پوټی اغېز هم و نه لري.

په قرآن کریم کې راغلي دي، چې حضرت ابراهیم علیه السلام له الله نېکه نامه وغوښته: ((وَاجْعَل لِّي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ[135]=او په راتلونكيو(امتونو) كې رښتونى نومياليتوب را پر برخه کړه؛)) همداراز رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم خلکو ته وویل: ((تر قرآن راوړو مخکې، کلونه کلونه په تاسې کې وم، له ما مو کومه سرغړونه نه ده لیدلې)): ((فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا[136]= ما خو ددې تر (راوړو) له مخه،ستاسې په منځ كې يو عمر تېر كړى دى)) او په یوه بل آیت کې، الله تعالی، خپل استازي ته وايي: ((و رفعنا لک ذکر[137]= ستا نامه مو په نېکۍ هسکه کړه))

 ښووند چې پېژندل شوې څېره وي؛ نو ډېره لږه نټه/انکار ترې کېږي: ((أَمْ لَمْ يَعْرِفُوا رَسُولَهُمْ فَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ [138]=يا يې خپل استازی (سم) پېژندلى نه دى (او له تېر تاريخه يې ناخبر دي)؛ نو دوی (ځكه) ترې منكرېږي؟))

هغوی چې زده کړې ته هجرت کوي؛ نو قرآن ورته حکم کوي، چې تر زده کړو روسته، خپلې پخوانۍ سیمې ته ورستانه شئ، ښيي دلیل یې دا وي، چې د خپلې سیمې خلکو یې پېژانده، چې له کومې کورنۍ دی او اوس تر زده کړې روسته ورستون شوی او زېری او ګواښګرندي یې د هغوی ژغورنې ته ده، نه سیاسي او وټيزو موخو ته.

۱۸. ښووند دې په مقام او منصب پورې زړه نه تړي

موږ دې هره شېبه له هر مقام، ان ښوونیزو او فرهنګي- تبلیغي منصبونو لرې کېدو/ګوښه کېدو ته چمتووالی ولرو.

قرآن په آل عمران سورت ۸۱ کې وايي، چې الله له ټولو انبیاوو میثاق واخست، چې د اسماني کتاب او حکمت درلودو ترڅنګ دې، له دې مقامه د لرې کېدو چمتووالی ولري او که تر هغوی روسته کوم پېغمبر ورغی، په آسانۍ دې چارې او پازوالي هغه ته ور وسپاري او بې له تندي تریوولو دې پرې ایمان راوړي او د هغه مرسته دې وکړي، انبیاوو وویل: ((هو! موږ منښته کوو.)) او الله تعالی وویل: ((نو شاهد وسئ او زه هم درسره شاهد یم.[139]))

هو ګرانه! په ښوونه او روزنه کې دې زموږ لید توکیز نه وي. هغه چارواکي چې لرې کېږي، باید له هغوی سره مرسته وکړي، چې نوي پر دنده ګومارل شوي دي، د ایمان پر بنسټ مرسته، نه د ست او تشریفاتو پر بنسټ مرسته.

دا ډول منجمنټ او سمبالنه یوازې په اسلام پورې ځانګړې ده، چې ان انبیاء دې هم بل ته د دندې او پازوالۍ د ورلېږد چمتووالی ولري او له هماغه ړومبۍ ورځې دې د خپلو ګوښېدلو وړاندوینه وکړي.

بریالی او یوپالی  ښووند نه په ټولګي، نه په زدکړیال، نه په ښوونځي، نه په سیمه او نه په مقام او منصب پورې زړه تړي؛ بلکې د پازوالۍ له کبله تدریس کوي، د پازوالۍ له کبله مقام او منصب مني او په هر وخت کې ګوښېدو ته چمتو والی لري.

۱۹. ښووند دې ځواب ورکونې ته چمتووالی ولري

د ښوونکي یوه ښه ځانګړنه یې حاضرځوابي/ځوابسوبي ده. یو  ښووند دې د هغو پوښتونو ووړاندوینه ولري، چې شونې ده، ترې وشي او مخکې له مخکې دې ځان ځواب ته چمتو ساتي.

الله تعالی په قرآن کریم کې خپل استازي ته وايي: (( په راتلونکي/ګانده کې به دې بې عقله وګړي د قبلې په اړه پوښتي، چې ولې مو کلونه کلونه د بیت المقدس پر لوري لمونځ وکړ او اوس مو قبله کعبې ته کړه؟ که قبله سمه وه؛ نو ولې مو بدله کړه او که د هغې قبلې پر لوري مو لمونځ باطل وي؛ نو اسلام بشپړ دین نه دی؛ ځکه کلونه کلونه یې انسانان باطل ته پرېښي ول؛ نو مخکې له دې چې و دې پوښتي، ځواب دې ورته چمتو ساته او ورته ووایه، ختیځ او لویدیځ الله ته دی او هغه کوم ځانګړی ځای نه لري[140].))؛ نو رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ورته مخکې له مخکې ځواب چمتو درلود[141].

په بل ځای کې هم الله تعالی وايي: ((سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ …..[142]= په راتلونکي که به دې مشرکان پوښتي [ته ورته چمتو وسه]))

نو  ښووند او روزنکی دې د هغو پوښتنو وړاندوینه ولري، چې ښيي په راتلونکي کې ترې وشي او مخکې له مخکې دې د ځواب چمتووالی ولري. نن هغه چارواکی او  ښووند ډېر بریالی دی، چې اړتیاوو او پوښتنو ته ځواب ویونکی وي.

۲۰. ښووند دې ژوره پېژندنه او لیدانه ولري

قرآن کریم څو څو ځل ویلي دي، چې مشرکان د بوتانو عبادت ته هېڅ علم، منطق او استدلال نه لري؛ نو ځکه یې چار باطل دی.

هغه  ښووند بریالی دی، چې هراړخیزه لیدانه ولري؛ یعنې هم د ټولنې اړتیا ښه وپېژني، هم د مخاطب پر وړتیاوو او ظرفیت پوه شي او هم پر هغه څه بشپړه لیدانه او واکمني ولري، چې تدریسوي یې او تبلیغات یې تش منځی نه کړي.

هو ګرانه! کله د کارپوه او د نړیوال متخصص په نامه، د فطرتونو، ویښو وجدانونو او بصیرتونو مخه نیول کېږي.

نو یوازې د علم او اطلاعاتو درلودل بسیا نه دي؛ لکه څنګه چې یوازې د اوبو شتون تنده نه ماتوي؛ بلکې اوبه دې روغې وي، په پاک لوښي کې دې وي او هم دې یې انسان د څښلو نیت ولري.

۲۱.  ښووند دې پر خپلو زدکړیالانو زړه سواند وي

د ښووند او زدکړیال ترمنځ دې پر علمي اړیکې سربېره، زړګنۍ او عاطفي اړیکه هم وي، چې یو مصداق یې دادی، چې د یو بل له حاله باخبر ووسو. که پېغمبر اکرم (ص) به خپل کوم صحابي د څه مودې لپاره و نه ليد؛ نو له نورو به یې د هغه حال پوښته او که رنځور به و؛ نو پوښتنې ته به یې ورتله او چې وا به یې ورېدل چې پر سفر وتی دی؛ نو دعا یې ورته کوله.

په قرآن کریم کې راغلي دي، چې یوه ورځ حضرت سلیمان علیه السلام وویل: (( ملا چرګک نه وینم؛ نشتون ته یې کوم دلیل شته که خپلسري کوي؟)) څو شېبې روسته ملاچرګک راغی او د نشتون عذر یې وړاندې کړ او آنحضرت یې هم عذر ومانه.

د حضرت سلیمان علیه السلام په څېر یو وګړی چې هم یې د نبوت بوختیاوې درلودې او هم یې بې څارې واکمني درلوده، په زرونو موجوداتو کې ان له ملاچرګک هم غافل نه و. رسالت او سلطنت له ټولیزو او مهمو چارو ځنې دي؛ خو نه لاملېږي، چې حضرت سلیمان د کوشنیو موجوداتو پوښتنه و نه کړي. مهم مسایل دې انسان له جزیي مسایلو نه غافلوي.

د تر لاس لاندیو پوښتنه او ورسره لیده کاته، یو اسلامي، اخلاقي، ټولنیز، روزنیز او مدیریتي آر دی.

۲۲. ښووند دې واقعپالی وي

د ښوونکي یوه دنده داده، چې واقعپالی وي او نوی کهول دې هم واقعپالی وروزي؛ نه خیالپالی؛ نه لویدیځ پالی او ختیځ پالی، نه درون پالی او برون پالی، نه وګړپالی او نه ټولنپالی.

د بشر پرونۍ او نننۍ تېروتنه دا وه او ده، چې له واقعپالۍ لرې او پر موهوماتو، خیالاتو، ډنډورو، نامو، احصایو او ځلبلونو یې اډانه وه او ده. قرآن کریم چې د ښوونې او روزنې غوره کتاب دی، په ډېری آیتونو کې یې انسان واقعپالۍ ته رابللی دی او ویلي یې دي، چې د الله قهر او پېرزو د واقعیتونو پر بنسټ ده، نه د هیلو پر بنسټ.

په نساء سورت ۱۲۳ آیت کې لولو: ((لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلا أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ مَن يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ وَلاَ يَجِدْ لَهُ مِن دُونِ اللّهِ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا =( غوراوى، بدله او سزا) نه ستاسې په هيلو او نه د كتابيانو په هيلو پورې تړلې ده، چا چې بد وكړل، سزا به يې ومومي او بې له خدايه به هېڅ پالندوى او مرستندوى و نه مومي . ))

ناغېړي او هغوی چې کار نه کوي او له پازوالۍ اوږه تشوي، د خپل هېواد پرمختګ نه ګوري او یوازې د لویدیز هېوادونو ستاینه کوي او بې له کار او زحمته د یوه پرمختللي هېواد خوبونه ویني؛ نو دا کس خیالپالی دی.

هغه  ښووند چې ديني او ملي غیرت لري، حقایق څرګندوي، هم ستونزې وايي او هم امتیازونه شمېري، کره کتنه یې تخریب ته نه؛ بلکې رغاونې ته ده، د لویدیز پر دروغجنو ډنډورو نه تېروځي او پر هغوی او اوهامو او خیالاتو یې زړه نه تړي.

۲۳. ښووند دې صبور وي

صبر او مقاومت درلودل په هر چار کې د بري خواله ده؛ په تېره په ښوونه، روزنه او فرهنګي چارو کې، الله تعالی خپل استازي ته حکم کوي: (( و لربک فاصبر[143])) او همداراز د فرهنګي او روزنیزو چارو لپاره؛ لکه په لمونځ، په ځانګړي توګه پر صبر سپارښتنه شوې ده: ((و امر اهلک بالصلاة و اصطبر علیها[144]= او كورنۍ ته دې د لمانځه امر کوه او خپله هم پرې ټينګ اوسه))

د فرهنګي او رونیزو چارو پایله سملاسي په لاس نه راځي او که انسان صبور نه وي، نه بریالی کېږي. د ښوونکي صبر او پایداري یې، ددې ترڅنګ چې د ښوونې او روزنې په چار کې یې د بري لاملېږي، خپلو څېړونکیو ملګرو ته یې هم د صبر او استقامت د زده کړې لاملېږي. د ښوونکي پراخه سینه او صبورانه چلند یې زده کړه ورکوونکی دی.

یوه تکړه عالم ته – چې زه یې هم یو وخت زدکړیال وم- خبر ورکول کېږي، چې مېرمن دې مړه شوې ده؛ خو دا عالم له دومره ستر خپګان سره، چمتو نه شو چې ټولګی رخصت کړي او د ټولګي وخت تر پای ته رسېدو روسته یې زدکړیالانو ته وویل: (( د مېرمن جنازه مې په کور کې چمتو ده؛ خو داچې د درس ټولګی مې راته مهم و؛ نو کور ته ولانړم او و مې ویل چې په ځنډ به مې د مېرمنې جنازه او کفن او دفن چارې سمبال کړم.))

ډېر دي داسې وګړي، چې د زده کړې او څېړنې په لار کې یې ډېری صبورۍ او سرښندنې کړې دي، چې دا بېلګې دې وستایل شي او په دې باب ډېرې بېلګې شته دی.

ناویلې دې پاتې نشي، چې صبر او هڅې، ودې او لاس ته راوړنو ته یو فرصت دی؛ خو ټول انسانان او له هغوی ځنې ښوونکي دې خپلې لاس ته راوړنې، د الله له لوري وګڼي او هسې نه خپل پرمختګونه د خپلو زحمتونو پایله وګڼي او له هغه الله غافل شي، چې اند، ماغزه، روغتیا، پوهه او توفیق یې ورکړی دی؛ ځکه ډېر دي داسې وګړي، چې ډېرې زده کړې به یې کړې وي؛ خو په کار توفیق او لاس ته راوړنې نه لري.

۲۴. ښووند دې خواخوږی وي

 ښووند چې څومره خواخوږی وي، هومره به بریالی وي. د هغه کس چلند، چې د پلارمړۍ او بېوزلۍ خوند یې څکلی وي، به له هغه چا سره توپیر ولري، چې دا درد یې نه وي څکلی. الله تعالی خپل استازي ته وايي: ((أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَى.وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى.وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَى.فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ.وَأَمَّا السَّائِلَ فَلَا تَنْهَرْ.وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ[145]= ايا پلارمړی یې و نه موندې؛ نو ستا سنبالنه یې وکړه؟! او لار ناپېژاندې یې وموندې؛ نو لار يې دروښووله. او تنګلاسى یې وموندې؛ نو شتمن يې كړې، (اوس چې داسې ده)؛ نو له ((پلارمړي)) سره توندي مه كوه،او سوالګر مه رټه،او (په مننه) د خپل پالونكي د لورنې (نعمت) څرګندونه کوه. ))

داچې قرآن کریم د انبیاوو په باب وايي: ((و یمشون فی الاسواق[146]))؛ یعنې هغوی دې له ټولنې سره له نږدې کار وکړي. داچې اسلام په پرلپسې توګه د جومات په اړه سپارښتنې کوي، لامل یې یو له بل سره، د مسلمانانو پرلپسې اړیکه او یو د بل له ستونزو خبرېدل دي؛ ځکه جومات یوازې داسې ځای دی، چې ټول خلک، که کوشني وي که ستر، ښځه او سړی او مشهور و نامشهور، تل په ټولو شرایطو، بې له کوم اجباره، یوازې د الله لپاره راټولېږي او هلته یو وګړی او ټولنه هم ځانګړی امتیاز نه لري. په جومات دا شتون چې څومره هم غوره او ښه وي؛ نو کارايي به ډېره وي. په جومات کې د وګړیو او ټولنې له ستونزو سره آشنا کېږو او د هواري لار ورته پیدا کوو.

بریالی  ښووند، له خپلو زدکړیالانو سره یې پرلپسې او مناسبه اړیکه لري، چې له ستونزو سره یې ډېر اشنا وي او ان که ونشي کولای، چې ستونزې یې هوارې او درد یې درمل کړي؛ نو لږ تر لږه خو ورسره خواخوږي کولای شي، چې پر ټپونو یې ملهم شي.

۲۵. ښووند دې پازوال وي

پازوالي د توفیق او اغېزمنېدو یوه ستر لامل دی.  ښووند دې تل د خپلې دندې په فکر کې وي او و دې ګوري، چې په اوسنيو شرایطو او چاپېریال کې، له دې دومره ستونزو او نیمګړتیاوو سره سره، څنګه خپله دنده په ښه بڼه پر مخ بیولی شي.

یو پازوال  ښووند دې پوه وي، چې که نور ورسره مل نه وي؛ نو دا په دې مانا نه ده، چې دی پازوال نه دی؛ ځکه قرآن کریم وايي: ((قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُم بِوَاحِدَةٍ أَن تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى[147] =ووايه : (( زه يوازې د يوې خبرې نصيحت درته كوم او هغه داچې تاسې د الله لپاره دوه دوه يا يو يو راپاڅئ،))

کله انسان پر خپله دنده دومره ډاډمن دی، چې حجت پرې پای مومي. په دې بڼه کې، که ان یوه ملګری هم ونلري، باید په یوازې ځان لاس پر کار شي. د بېلګې په توګه، که چا د کوشني اختر پر شپه، سپوږمۍ ولیده؛ نو سبا ورځ ورته اختر دی؛ که څه ټول علماء ووايي، چې موږ سپوږمۍ نه ده لیدلې.

۲۶. ښووند دې ظرفیت لرونکی وي

د انسان ظرفیت دې یې د علم له ډېرولو سره لوړ شي. هغه وګړي چې کوشنۍ اروا لري؛ نو د لږ علم په لاس ته راوړو سره، ځان او نورو ته سرخوږی شي. قرآن کریم، رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته وايي: (( و قل رب زدنی علما[148]=ووایه: پالونکیه! علم مې راډېر کړه. )) او نه وايي: ((رب زد علمی))، په ((زدنی علما)) غونډله کې د اروا پراختیا نعښتې ده؛ یعنې د علم له لارې مې خپله پراختیا؛ خو په ((زد علمی)) کې د پوهې د ډېرېدو خبره ده؛ بې د اروا له پراختیا.

نه یوازې علم؛ بلکې هر نعمت ظرفیت ته اړتیا لري؛ ځکه که هغه نعمت، بې له ظرفیته راکړل شي؛ نو د سرخوږۍ لامل به مو شي. د بېلګې په توګه، که څوک ډېرو پیسو ته ورسي؛ خو ظرفیت یې و نه لري؛ نو پر خپلو پیسو به مغرور/ پېسمن او خاسمن شي؛ لکه څنګه چې امام صادق، داود رقي ته وویل: (( ای داوده! که لاس دې تر څنګلې د خامار په خوله کې وردننه کړې، تر هغه به غوره وي، چې له هغه نشتمنه دې خپله اړتیا وغواړې، چې نوی شتمن شوی دی.[149])) حضرت علي کرم الله وجهه هم وايي: (( وړ ده، چې عاقل د پیسې، ځواک او علم له مستۍ اود ځوانۍ له ستاینې ډډه وکړي، چې دا هره یوه مستي، ناوړه بوی لري، عقل غلا کوي او انسان سپکوي[150].))
هو ګرانه! څومره چې د انسان معلومات او علمي رتبه لوړېږي، باید زړګني او اراوايي ظرفیتونه یې هم ترڅنګ لوړ شي او پراختیا ومومي. که انسان ظرفیت و نه لري، یا یې شتمني مغروروي[151] یا یې ځواک[152] او یا علم[153] مغروري؛ خو که ظرفیت پکې وي، ان که دا انسان دا درې واړه نعمتونه هم ولري، پرې نه مغرورېږي؛ ځکه هر څه د الله له لوري ګڼي، نه د ځان له لوري.[154]

۲۷. ښووند دې منضبط وي

د پنځون غونډال بنسټ او چورلیځ پر نظم دی. په هستۍ کې هرڅه منظم، قانونمند او تفکیک کړای شوي دي او په ټولو ارکانو کې بشپړه همغږي تر سترګو کېږي. پر توحید تر ټولو غوره او ساده دلیل، د نړۍ پر ټولو موجوداتو هغه هېښنده نظم او همغږي ده، چې پرې واکمنه ده؛ په بله وینا: د الله پېژندنې مهمه لار، پر نړۍ د واکمن نظم لیدل دي.[155]

په عبادتونو کې هم د نظم څرکونه تر سترګو کېږي، په حج کې هېښنده نظم دی؛ ټاکلې کړۍ، ټاکلی شمېر، ټاکلی وخت، ټاکلی لوری او ټاکلې موخه.د لمانځه ډېر دقیق او منظم مهالویش دی. د جماعت لمانځه صفونه، یوځای سجده کول، یوځای کېناستل، یوځای قیام کول، یوځای چوپتیا، یوځای دعا کول او په لمانځه کې مخکې روسته نه تګ، تر وخت یې مخکې لمونځ نه کول او تر وخت بهر یې لمونځ نه پرېښوول او… ټول د نظم څرکونه او پلوشې دي.

د ((صف)) ویی/کلمه چې د نظم او انضباط په مانا ده، اووه ځل په قرآن کې راغلې ده. د حضرت علي کرم الله وجهه یوه سپارښتنه، چې ډېر یې پرې ټینګار کاوه، په چارو کې نظم دی: ((اوصیکما و جمیع ولدی و اهلی و من بلغه کتابی بتقوی الله و نظم امرکم[156]= تاسې دوه زامنو ته مې، ټولې کورنۍ ته مې او ټولو هغو ته چې په تاریخ کې مې لیک ور رسي، د تقوا او په چارو کې د نظم سپارښتنه کوم))

زموږ د مشرانو د بري یوه خواله په چارو کې یې نظم دی. مشر مو دومره منظم و، چې ویدېدو، خوړو، مطالعې، خبرونو اورېدو، عبادتونو او بل هر چار ته یې ټاکلی وخت درلود، داسې چې د کور خلکو به یې له چارو، پر ساعت پوهېدل.[157]

یوه ورځ امام سجاد په سلماسي جومات کې خپلو زدکړیالانو ته وویل: (( که غواړئ، چې زده کړې ته مې راشئ؛ نو باید منظم ووسئ او د جومات د وره مخې ټولو یوځای راورسئ! ان د کور او جومات ترمنځ واټن هم باید حساب کړئ.))

 ښووند پر خپل نظم، نورو ته هم نظم ورزده کړي، په ټولګي کې پروخت شتون یې، پر وخت یې د ټولګي خلاصول، د زده کړو د سلسې مراعاتو او له بحثه نه وتل یې مخاطبان راماتوي.

۲۸. ښووند دې پیاوړې اراده ولري

د قرآن کریم په درېیو آیتونو کې د پیاوړې ارادې درلودل، د بری خواله ښوول شوې ده او په درېیو واړه آیتونو کې ((صبر)) د عزم او ارادې نښه ښوول شوې ده.[158]

د فاطر سورت له ۱۲ آیته لاس ته راځي، چې ځینې بحرونه خواږه او ځینې تروه دي؛ خو که انسان کب نیونکی وي، کولای شي، په دواړه ډوله اوبو کې ښکار وکړي؛ که تکړه بېړۍ چلوونکي وي؛ نو په دواړو ډولونو کې بېړۍ چلولای شي. که لامبوزن وي؛ نو کولای شي له دواړه ډولو اوبو له بحرونو کونجکې او ملغلرې راوباسي.[159] هو ګرانه! بېلابېل شرایط پر کارپوه، جوهر لرونکیو، مصممو اد راده لرونکیو وګړيو، ډېر اغېزمن نه وي.

ډېری د شونتیاوو؛ لکه ښوونکي، کتابتون، کمپیوټر، انټرنټ او دې ورته په درلودو سره سره، د ارادې نه درلودو په پار، په خپلو چارو کې بریالي نه دي او پر وړاندې یې داسې وګړي دي، چې د پیاوړې ارادې په پار، په هرو شرایطو کې خپلې ودې ته دوام ورکوي.

شته داسې کسان چې په لږ تر لږو شونتیاوو یې په سلونو کتابونه لیکلي او یا یې یوه شنډه او شاړه بیدیا ښېرازه کړې او شته داسې وګړي، چې له هومره شونتیاوو سره سره یې ان یوه پاڼه هم نه ده لیکلې او ان په خپل کور کې یې یو باغچه هم نه ده جوړه کړې. شته داسې کسان چې له نورو د کتاب په پور اخستو عالمان شوي دي او شته داسې کسان چې د سمبال کتابتون ترڅنګ ترې هېڅه هم نه دي جوړ شوي؛ نو شونتیاوې، امکانات او تسهیلات په پرمختګ کې ونډه نه لري، تر شونتیاوو مهم یې د انسان عزم او اراده ده.[160]

مه پرېږدئ، چې ماتې خوړل مو په اراده کې سوړه وکړي؛ ځکه لنډمهاله ماتې د ابدي ماتې په مانا نه ده. که تاسې لرګی پر تبر وواهه؛ خو مات نشو؛ نو نه لرګی ګوزاروئ او نه تبر؛ بلکې بل ځل دومره پیاوړی ګوزار کوئ، چې لرګی چوئ. همداراز که یوه تمبه خلاصه نشوه؛ نو له ډول ډول کونجیانو کار اخلئ، ترڅو خلاصه یې کړئ.

په ښوونه او روزنه کې یوه مهمه مسله، د ښوونکي عزم او اراده، زدکړیال ته یې ورتلقین او زدکړیالانو ته یې د پېچلیو چارو تمرین ورکول دي. هغه مهال چې په هندوستان کې وم، د هغه ځای د ښوونې او روزنې وزیر ویل: ((موږ اویا زده داسې ښوونځي لرو، چې چوکۍ او ټغرونه نه لري او زده کوونکي مو پر خاورو ناست زده کړې کوي؛ خو نړۍ ته طبیبان صادروو.))

۲۹. ښووند دې پر خپله موخه ایمان ولري.

 ښووند او روزونکی دې پر خپله موخه ایمان ولري. پر موخه ایمان او د لار پر سموالي ډاډ، په مبارزه کې د انبیاوو د مقاومت آریز لامل و.[161] پر موخه ایمان درلودل، انسان ځواکمنوي.[162]

قرآن کریم د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په ستاینه کې وايي: ((آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ [163]=(د الله) استازي، چې څه د خپل پالونکي له لوري ورنازل شوي، ايمان پرې راوړى دى))؛ نو ځکه چې  کله د مکې مشرکینو آنحضرت (ص) ته پېغام ورواستاوه، چې که (( ښځه یا شتمني غواړې، درکوو یې؛ خو په دې شرط چې له خپلو ادعاوو لاس پر سر شې))؛ خو آنحضرت ورته وویل: ((که لمر په ښي لاس کې او سپوږمۍپه کیڼ لاس کې راکېږدئ؛ نو له موخې به مې لاس پر سر نشم.[164]))

حضرت علي کرم الله وجهه دومره پیاوړی ایمان درلود چې وايي: (( لو کشف الغطاء ما ازددت یقینا[165]= (دومره ډاډمن یم) که پردې اوچتې او لرې شي؛ نو څه به مې پر ډاډ وډېر نشي.))

یو څوک چې پر خپله موخه او لار مؤمن وي؛ نو هېڅه یې هم لېوالتیا ترې نشي کمولای. شونې ده د یوه ښوونکي یا روزنکي لاس تنګ وي او په تنګسه کې وي او ننګېري، چې نور تر ما په ډېره رفاه کې دي؛ خو پر موخه یې ایمان، لېوالتیا نه کموي؛ لکه څنګه موروپلار له خپل اولاد سره د مینې په پار، هر چوپړ یې کوي، که اولاد یې لور وي که زوی، ښکلی وي که بدرنګ، ستر وي که کوشنی، بېوزله وي که شتمن، په سختو شرایطو کې وي که په رفاه کې!

۳۰- ښووند دې عادل وي

هغه  ښووند بریالی دی، چې مخاطبین یې عادل وګڼي او ضوابط له اړیکو او خپلوۍ بلهار نه کړي. د قرآن کریم په آیتونو کې ځیرنه، دا ټکی راڅرګندوی؛ د بېلګې په توګه، الله تعالی، حضرت نوح علیه السلام ته وايي: ((انه لیس من اهلک[166]= هغه په حقيقت كې ستا له كورنۍ نه دى [؛ ځکه] هغه ناكاره کړنه ده [ = ښه سړى نه دى])) او حضرت لوط علیه السلام ته یې وویل: ((إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ [167]= بې له مېرمنې دې،چې (په قوم كې دې) له پاتېدونکيو ځنې ده)) همدازار الله تعالی په خورا توندو ټکیو د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم تره غندي: ((تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ [168]= مات شه د ابو لهب دواړه لاسونه او هلاک دې شي!))

د لورنې پېغمبر هم چې د الهي آیتونو انځور و او د ژوند ستر ښووند و، زړونه یې پخپله عادلانه وینا او کړنو راماتول. امام صادق ویلي دي: (( کان رسول الله یقسم لحظاته بین اصحابه فینظر الی ذا و ینظر الی ذا بالسویة= رسولله به په مساوي توګه خپلو اصحابو ته کتل او کله یې ده ته کتل او کله هغه ته.[169]))

ښووند دې زدکړیالانو ته د نامو په ویلو کې او ورسره په اړیکه ساتلو کې عادلانه چلند وکړي او ټولو ته دې په غږ کولو کې یو شان کلمې وکاروي. که د ټرافیک پولیس، لوکسو او پورته ماډل موټرونو ته ووايي: (( مهرباني وکړئ، غاړې ته ودرېږئ)) او ټیټ ماډل موټرو ته ووايي: ((اړخ ته شه))؛ نو په داسې یو ناعادلانه چاپېریال کې وګړي نشي کولای سمه وده وکړي.

۳۱. ښووند دې د بېوزلیو ملاتړ وي

د ښوونکي او روزونکي یو کمال، له بېوزلیو ملاتړ دی. د تاریخ په ترڅ کې د الهي استازیو تر ټولو ډېر پلویان او لارویان، بېوزلي وو او د انبیاوو د رسالت ډېری ستونزې هم د بېوزلیو پر اوږه وې.

نو  ښووند او روزنکی دې د بېوزلیو ملاتړ وي او ورشا دې نه کړي: ((وَلاَ تَطْرُدِ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ مَا عَلَيْكَ مِنْ حِسَابِهِم مِّن شَيْءٍ وَمَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَيْهِم مِّن شَيْءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُونَ مِنَ الظَّالِمِينَ[170]= او هغوى (له ځانه) مه شړه، چې ګهيځ او ماښام خپل پالونكى بولي (او) خوښي يې غواړي، نه یې له حسابه پر تا څه شته او نه ستا له حسابه پر دوی څه شته؛ نو كه يې وشړې؛ نو له ظالمانو به شې.))

کافران تل په دې هڅه کې وو، چې د الهي استازیو بېوزله لارویان او پلویان، ناڅیزه انسانان وښيي: ((وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلاَّ الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا[171]= وينو،چې يوازې زموږ پرېوتیو او سرسري وګړيو ستا لاروي كړې ده او موږ په تا کې داسې څه و نه ليدل، چې پر موږ ستاسې غوره والى وښيي)) او تل په دې کې هڅه کې وو، چې الهي استازي، خپل بېوزله پلویان له ځانه وشړي؛ خو الهي استازیو به ورته ویل: ((وَمَآ أَنَاْ بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُواْ[172]= او مؤمنان (ستاسې لپاره) شړلى نشم))

که ښووند خواخوږی وي؛ نو بېوزلیو ته به یې پام وي،  ښووند دې پوه وي، چې بېوزلیو ته د نه پاملرنې او ترې د مخ اړونې پایله به الهي رټنه وي: ((عَبَسَ وَ تَوَلّی. أَنْ جاءَهُ الْأَعْمی[173]=تريو ټنډى شو او مخ يې واړاوه، ( له دې لامله) چې هغه ړوند ورغى.))

۳۲. ښووند دې توکل ولري

 ښووند او روزنکی دې هم د نورو په څېر هڅه او کوښښ کوي او له اوزارو او کارپوهۍ دې ګټنه وکړي؛ خو ورسره دې، نه وړاندې ویل شویو چارو ته هم لار پرانستې پرېږدي.

الله خپل استازي ته وايي، که څه د دین تبلیغ کوې؛ خو ښيون زموږ په لاس کې دی: ((إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ[174]= په حقيقت کې ستاچې چاته خوښه وي (؛ نو په زوره) سمه لار ورښوولای نشې؛ خو د الله، چې چاته خوښه شي،سمه لار ورښيي او پالونكى دې هغوی (هم) ښه پېژني، چې د ښیون وړتیا لري.))

الله تعالی په یوه بل ځای کې خپل ګران استازي ته وايي، چې په جګړه کې غشی ایشتنه ستا ده؛ خو اغېزمني یې زما په لاس کې ده[175]. کټ مټ د هغه کس په څېر چې موټرچلونه زده کوي، چې برېک او اکسېلېټر یې په واک کې دی؛ خو هر کاره نه دی، شونې ده، چې اکسېلېټر ورکړي؛ خو روزونکی یې برېک ونیسي او پرعکس.

یو ښووند او زدکړیال به خپله ډېره هڅه وکړي؛ خو د ازمېینې پرمهال به یې هر یاد کړی څیز له ذهنه ووځي او یا پرعکس، داسې خبرې به د ښوونکي ذهن ته ورشي، چې بېخي فکر یې هم نه کاوه او یو زدکړیال به په ازمېینه کې یوه داسې پوښتنه حل کړي، چې له حل کولو یې بېوسې و.

هو ګرانه! وزلو او اوزارو ته پاملرنه او هڅه په کار ده؛ خو انسان دې په ښووند، کتاب، لابراتوار، ښوونوزلیو، حافظې او نورو ځواکونو مغرور او له الله غافل نشي. څومره هڅه، ذهني، وټیزه، پاټکیزه او ټولنیزه پانګه چې لرو، بیا دې هم پرلپسې پر الله توکل وکړو.

۳۳. ښووند دې مړاوی نه وي

تروتازه توب او نشاط هم د انسان پر روح اغېز لري، هم یې په تولیداتو کې او هم یې په مانیز انعام کې. قرآن کریم په ستړیا له لمانځه او په کراهت زکات ورکول رټلي دي: ((وَلاَ يَأْتُونَ الصَّلاَةَ إِلاَّ وَهُمْ كُسَالَى وَلاَ يُنفِقُونَ إِلاَّ وَهُمْ كَارِهُونَ[176]= او زړه ماتي لمانځه ته راځي او (د الله په لار كې) په ناخوښۍ خیرات وركوي.))

نشاط نه درلودل او مړاوی توب یو آفت دی او امامانو به ترې الله ته پناه وروړه؛ لکه څنګه چې امام صادق وايي : ((الهم انی اعوذبک من الکسل[177]))

پوهان په څېړنو دې پایلې ته رسېدلي، چې هغه کس ته لیدل مو اشتها راپاروي، چې په خوند خواړه خوري؛ خو هغه کس ته لیدل، چې ځان ښودو ته خواړه خوري، پر اشتها اغېز نه لري.

که ایمان او نشاط وي؛ نو انسان په خپلو چارو کې ځنډ نه کوي، نه کم کاري کوي، نه له خپلو چارو ګیلې کوي، نه خپل چار له نورو سره پرتله کوي، نه د کارپای وخت ته په تمه وي، نه له رخصتیو خوند اخلي، نه نورو ته په ورښوونه کې کنجوسي کوي، نه کوم چار پټوي، نه د تقاعد کېدو ورځې شمېري او نه څارنوال او هڅونې ته اړتیا لري؛ خو که نشاط نه وي؛ نو د ډول ډول پټو او ښکاره کیمرو، څارنوالانو، پلاویو، هڅونو، رټنو، سیالیو او کینو په شتون کې به هم ترې ټک کار و نه ګورې.

اسلام ان په عبادتونو او دعاوو کې هم پر نشاط ټینګار کوي. امام سجاد د رمضان میاشتو د پېشمني په دعاوو او په ابوحمزه ثمالي دعاوو کې، په عبادتو کې له بې نشاطۍ ګیله کوي او بیا په عبادتونو کې د نه نشاط درلودلو بېلابېلو لاملونو ته اشاره کوي او د زړه له کومې، د زړه په سوز، د بې نشاطۍ لاملونه شني.[178]

په هر حال، نشاط او انګېزه درلودل، په دنیا کې د بریا او په آخرت کې، الله ته د قرب لامل دی[179]. په نشاط تدریس، هم ښوونه خوږوي او هم زدکړیالان تازه کوي.

 

درېیم څپرکی

د ښوونکي دندې

د ښوونې او روزنې په ډګر کې دې یو لړ ټکي په پام کې ونیول شي، چې له ښوونو ډېره ګټنه وکړای شو. په دې څپرکي کې ((د معلمۍ ځینې بایدونه)) وايو.

۱. د الله په نامه کار پیلول

له الله تعالی مرسته غوښتل او د حضرت حق په نامه – عز اسمه- چارې پیلول، د برکت او بریا لامل دی. په ((بسم الله)) د چارو او تدریس پیل، د یو لړ حقایقو ویونکی دی؛ لکه:

– ((بسم الله)) زموږ د چار د الهي رنګ او توحیدي دریځ ښوونکې ده.

– ((بسم الله)) د توحید خواله ده او پرځای یې د نورو د نامې اخستل، د کفر خواله او له الله تعالی سره، د نورو د نامې قرینول، به د شرک نښه وي. نه د الله د نامې ترڅنګ بله نامه واخلئ او نه یې پرځای بله نامه.[180]

– ((بسم الله)) د پاینې او غځېدا خواله ده؛ ځکه هر هغه څه فاني[181] دي، چې الهي رنګ و نه لري.

– ((بسم الله)) له الله پاک سره د مینې او پرې د توکل خواله ده. له هغه سره مینه کوو، چې رحمان/ لوراند او رحیم/ لورین دی او خپلې چارې یې په نامه پیلوو؛ ځکه د نامې راوړل یې، لورنې راماتوي.

-((بسم الله)) له کبره د وتو او الهي درشل ته د عجز او خاکسارۍ نښه ده.

-((بسم الله)) د بندګۍ او عبودیت لومړی ګام دی.

– ((بسم الله)) شیطان ځغلوي، د هغه چې الله مل وي، شیطان پرې اغېزمن نه دی.

– ((بسم الله)) چارې سپېڅلوي او ډاډمنوي.

– ((بسم الله)) د الله ذکر دی؛ یعنې ای الله! هېر مې نه یې.

– ((بسم الله)) د انګېزې څرګندوی ده؛ یعنې ای الله! موخه مې یوازې ته یې، نه خلک، نه طاغوتان، نه ځلبل او نه ځاني غوښتنې.

-امام رضا وايي: ((بسم الله، الهي اعظم اسم ته، د سترګو سپینو ته یې له توره ورنږدې ده.))[182]

۲.د ښوونکې زده کړې دې عملي وي

عملي زده کړې، تر ناعملي زده کړو خورا ژورې وي. په خواشینۍ چې موږ له خپلې ژبې او د نورو له غوږونو ډېره تمه لرو؛ خو دا ناسم چار دی. د شاعر د وینا له مخې: (( دو صد گفته، چون نیم کردار نیست)) . امام صادق وايي: (( بې ژبې خلکو ته بلنه ورکړئ[183].))

زدکړیالان او شاوخوا وګړي مو، مخکې تردې چې خبرو ته مو غوږ کېږدي، کړنو ته مو ګوري او ترې اغېزمنېږي؛ نو د ښووند چار دې عملي وي؛ یعنې مخکې له دې چې نور نېکچاریو ته راوبلو، پخپله دې هماغه کړنې وکړو او مخکې له دې چې نور خلک له ناوړچاریو منع کړو، پخپله هم هغو ناوړچارو ته ورشا کړو؛ لکه څنګه چې الهي استازي هم داسې ول: ((قَالَ يَا قَوْمِ…. وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ….[184]= زما قومه! زه هېڅكله دا نه غواړم، له څه چې مو منع كوم، پخپله يې وكړم))

الله تعالی چې کله غواړي، پر استازي (ص) یې د درود حکم ورکړي، وايي: (( زه او پرښتې مې تل پر پېغمبر درود وايو)) بیا حکم کوي: (( ایمانوالو! تاسې هم پرې درود ویاست.[185]))؛ یعنې څوک چې حکم کوي، باید مخکې یې پخپله هم عملي کړی وي.

په قرآن کریم کې لولو: ((لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ[186]= ولې هغه څه وايئ، چې نه يې كوئ؟)) او په بل ځای کې لولو: ((أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ[187]= ايا خلك ښېګڼو ته رابولئ؛ خو ځانونه مو هېر كړي))

په تاریخ کې راغلي، د هغوی کسانو شمېر ډېر زیات دی، چې د پېغمبر اکرم (ص) په کړنو یې اسلام منلی و، تر هغو چې د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم پر ویناوو یې ایمان راوړی و.

البته د امربالمعروف او نهی عن المنکر شرط، پخپله د انسان کړه وړه نه دي؛ یعنې که کوم منکر/ ناوړچاري مو ولیده، باید منع ترې وکړو؛ که څه موږ پخپله هغه ناوړچاري کوو؛ خو د ژر او ژور اغېز شرط یې زموږ خپلې کړنې دي؛ یعنې هغه مهال زموږ له بدیو منع اغېزمنه ده، چې پخپله ناوړچاری و نه وسو؛ البته پر نېکیو امر او له بدیو منع، په هر حال کې برکتي چار دی.[188]

بریالی ښووند، د نورو مشر، لارښود او ورته بېلګه دی؛ نو کړنې یې پر نورو اغېزمنې دي[189] او باید په ټولو ښېګڼو کې مخکښ وي او نورو ته له ورزده کړې مخکې، ځان وروزي؛ لکه څنګه امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه وویل: ((هغه څوک چې ځان یې مشر او لارښود کړی، ورته پکار دي، نورو ته له ورزده کړې مخکې، ځان ته ښوونې وکړي او روزنه یې په کړنو وي، نه په ژبه[190].))

په تاریخ کې راغلي دي: (( حضرت علي کرم الله وجهه، له یوه مسیحي سره همسفر شو، په لار کې یوې دوې لارې ته ورسېدل، چې د دواړو لارې یې سره جلا کولې؛ خو حضرت علي پر هغه لار ورغی، چې د مسیحي وه. مسیحي ورته وویل: ((ستاسې لار خو هاغه ده)) امام ورته وویل: ((پوهېږم؛ خو د اسلام سپارښتنه ده، چې کله دوه کسان سره همسفره شول؛ نو پر یو بل، یو لړ حقونه پیدا کوي؛ نو غوښتل مې د هغه حق په پار، چې راباندې دې پیدا کړی، تر یوه ځای دې ملګرتیا وکړم.)) مسیحي، د حضرت علي ددې کړنې په پار مسلمان شو.[191]

پر اسلامي احکامو او مانیزو چارو پابندي، په سلام اچولو کې ورمخکې کېدل، نظم رعایتول، تواضع، د ښوونې او روزنې مخکښانو ته درناوی، له ځان ستاینې ډډه کول او… پر زدکړیال اغېز شیندي؛ لکه څنګه چې د ښووند منفي خبرې او کړنې پر زدکړیال ناوړه اغېز پرېباسي.

څومره چې د ښووند ټولنیز مقام لوړ وي، پر نورو یې اغېز هم ډېر وي؛ نو ځکه قرآن کریم د رسول الله (ص) مېرمنو ته- چې لوړ او ستر ټولنیز او دیني مقام لري- وايي: ((يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا.وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُّؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا[192]= د پېغمبر مېرمنو! چې هره يوه مو ښكاره ناروا كار وكړي (؛ نو) عذاب یې دوه ګرايه کېږي او دا (كار) الله ته اسان دى او له تاسې چې څوك د الله او استازي یې امر ته په پوره غاړه كېږدي او ښه (چارې) وكړي (؛نو) دوه ګرايه بدله به یې وركړو او ارزښتمنه روزي مو ورچمتو كړې ده.))

۳. ښووند دې د ((نه پوهېږم)) ویلو مړانه ولري

د ښوونکي او روزونکي؛ بلکې د هر انسان یوه ښه ځانګړنه داده چې که پر څه نه پوهېږي، په ځغرده او رښتینولۍ دې ووايي: ((نه پوهېږم))؛ لکه څنګه چې پرښتو الله تعالی ته وویل: ((لا علم لنا الا ما علمتنا[193]=یوازې پر هغه څه پوهېږو، چې تا راښوولي دي.))

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم هم دنده درلوده، پر څه چې نه پرې پوهېږي، منښته پرې وکړي، چې نه پرې پوهېږم: ((قُلْ إِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ مَّا تُوعَدُونَ أَمْ يَجْعَلُ لَهُ رَبِّي أَمَدًا[194]= ووايه: ((زه نه پوهېږم، د څه ژمنه چې درسره شوې، نژدې ده، يا پالونكی مې [اوږده] موده ورټاكي؟!)) آنحضرت (ص) به کله د خلکو د پوښتنو په ځواب کې ویل: (( په دې باب راته وحې نه ده شوې؛ صبر وکړئ، چې د الله حکم راشي.))

ښووند د ((نه پوهېږم)) په ویلو، خپله رښتینولي جوتوي او همدا کار یې د مخاطب د راماتولو ترڅنګ، د هغوی په نزد محبوبوي؛ ځکه بې دلیله او بې بنسټه ځواب یې ذهن ګډوډوي او  د ښوونیز غونډال روغتیا ټکنۍ کوي.

دا روحیه په هر کار کې برکتي ده؛ که یو طبیب، چې یو رنځ نه تشخیصوي، ووايي: ((نه پوهېږم))؛ نو د خلکو پر سرومال به لوبې ونشي او که هغه کسان چې پازوالي مني، په رښتینولۍ ووايي: ((زه ددې پازوالۍ وس نه لرم))؛ نو ډېری ستونزې به نه وي؛ لکه څنګه چې حضرت موسی علیه السلام ومنل، چې په یوازې ځان، د فرعون د ښیون وس نه لري: ((وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي. هَارُونَ أَخِي.اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي. وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي[195]= او له كورنۍ مې يو وزير (مرستيال) راوټاكه؛ رور مې هارون. ملا مې پرې ټينګه كړه؛ او په چار كې يې رابرخوال كړه؛))

د جهالت یوه نښه داده، چې پرې نه پوهېږې او ځواب یې ورکړې؛ خو په آسانۍ او رښتینولۍ دې ووايي: ((نه پوهېږم)) دا خبره د نیم علم څرګندوی ده؛ ځکه حضرت علي کرم الله وجهه ویلي: ((قول لا اعلم نصف العلم[196]= د نه پوهېږم ویل، نیم علم دی.))

۴. ښووند دې هم دودپالی او هم نوپالی وي

علم هغه مهال بشپړ دی، چې هم په تېر تاریخ پورې تړلی وي او هم ورځنی او نوی وي؛ نو پردې بنسټ،  ښووند دې هم له دودونو لاروي کوي او هم دې نوې پوهې او چار منلو ته چمتو وي.

قرآن کریم له یوه لوري، ځان ته ((حدیث))؛ یعنې ((نوې خبره)) وايي او بلخوا، ځان په تېر تاریخ پورې تړلی ګڼي او وايي: (( څه چې یې په آیتونو کې راغلي، د نورو انبیاوو په کتابونو کې هم راغلي ول[197].)) په قرآن کريم کې کله رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته ویل کېږي: ((فبهداهم اقتده[198]= د تېرو انبیاوو ښو لارو ته دوام ورکوه او سنتونه/ دودونه یې منه)) او کله آنحضرت (ص) ته وايي: ((وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا[199] = او (در ياد كړه) چې هغه کس [“زيد” د پېغمبر زوى ویلي] ته دې وویل، چې الله هم پېرزوینه پرې کړې وه او تا (هم د ازادولو) لورنه پرې كړې وه: ((مېرمن دې درسره وساته (او مه يې پرېږده) او د الله له (عذابه) ځان وساته!)) (او تل دې دا خبره كوله) او (په دې توګه) تا هغه څه پخپل زړه كې پټول، چې الله يې راڅرګندوونکی و او له خلكو وېرېدې، حال دا، الله ډېر وړ دى، چې ترې وډار شې؛ نو چې (زيد خپله) اړتيا ترې پوره كړه (او ترې بېل شو؛ نو) دا (طلاقه شوې مېرمن) مو درنكاح كړه، چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو، د مېرمنو په باب كومه ستونزه نه وي، چې خپله اړتيا يې ترې پوره كړې وي (طلاقې شوې وي) او د الله حكم هرومرو عملي كېدونكى دى (او د دغسې ښځو د حرمت غلط دود بايد له منځه ولاړ شي).))

نو پردې بنسټ، نه دودپالي آر دی او نه دود ماتول؛ بلکې د پلار نیکونو هر ښه چار ته دې دوام ورکړ شي او هر ناسم چار –که څه د پلار نیکونو دود مو وي- باید شاته واچول شي. د تېرو له علمي تجربو د ګټنې ترڅنګ دې نوپالي ووسو. کله له پوهانو سره او تجربه لرونکیو سره تر مشورې او څېړنې روسته، د علم په ډګر کې نوې اخستنې او برداشتونه رامخې ته کېږي او کله پرې تېر علوم- چې د تېرو په زحمتونو لاس ته راغلي- مخې ته ښیونولای شو.

څرګنده ده، چې نوپالي، په علم کې د هغو نویو مفاهیمو او تجربو ور دننه کول دي، چې اړوند پوهانو او تجربه لرونکيو یې تایید کړې وي؛ ګنې نوپالي، بې څېړنې او د اړوند پوهانو بې تاییده یو بې ارزښته چار دی. مهمه خو داده، چې پوهان دې، د تېرو نامعصومو وګړیو پر لیدلوریو تعصب و نه لري او د نویو او تازه اندونو لار دې ډپ نه کړي؛ بلکې د تېرو د پراخه پوهې، د خپور دسترخوان په ګټنې دې، نوې علمي برسېرنې او برداشتونه هم ومني او په خپله دې نوون چاری وي او نوي نظریات دې د پوهې ډګر ته وروړاندې کړي.

۵. ښووند دې د بلنې لارو چارو په پامنیوي مخې ته ځي

قرآن کریم وايي: ((ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ=د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او په غوره چلن، استدلال او ویېنه ورسره وكړه، ستا پالونكى تر هر چا ډېر ښه پوهېږي، چې څوك یې له لارې اوښتي او (همداراز) پوهېږي، چې څوك پر سمه لار دي.)) د نحل سورت له دې آیته، د سورت تر پایه، د چلند لپاره لس اخلاقي احکام راغلي دي.

دا آیت او ورپسې آیتونه یې چارواکیو، روزونکیو،  ښووندانو او علماوو ته هراړخیز حکم ورکوي او هغه داچې ځانونه دې بېلابېلو مخاطبانو ته پر بېلابېلو کړنلارو سمبال کړي؛ ځکه ټولو ته له یوې کړنلارې ګټنه نه شو کړای او سیده لار ته یې پرې نشو رابللای. هر وګړی ځانګړې اروا او ظرفیت لري او باید پر خپله ژبه ورسره وګړېږو. له خواصو سره په حکمت او استدلال او عوامو سره په نېکو نصیحتونو او له مخالفینو سره نېکه ویېنه وکړو.

نېکه موعظه هغه ده، چې واعظ پرې عمل کوونکی وي او نېک جدال هغه دی، چې سپکاوی او د بل راپارول پکې نه وي. شونې ده، موعظه او جدال په ښه یا بده کړنلار وي؛ نو موعظه د حسن له کلمې او جدال له احسن کلمې راسره راغلی دی؛ ګنې منطق او حکمت دوه ډوله نه دی؛ بلکې یو ډول دی او هغه هم له نېکۍ سره دی.

اسلام خپلو لارویانو ته، هم اندیز خواړه ورکوي (حکمت)، هم د اروا خواړه (موعظه حسنه) او هم له خپلو مخالفینو سره منطقي چلن لري (جدال احسن). باید  ښووند د مخاطب د ظرفیت او کچې له مخې، د بلنې او ښوونې کړنلار وټاکي.

۶.د ښوونکي دې هراړخیزې ودې ته پام وي

 ښووند او روزنکی یوازې د زدکړیال د علمي او جسمي ودې او پراختیا او داچې په بېلابېلو برخو کې د لویدیځ او خیتځ پوهانو نظریات راټول کړي، پازوال نه دی؛ بلکې د مخاطب هراړخیزه وده دې په پام کې ونیسي؛ یعنې که پوهه یې ورډېروي، بصیرت او لیدانه دې یې هم لوړه کړي، که د مدرک او زده کړې په فکر کې یې وي، د سیاسي دریځ، لید او تشخیص د لوړاوي په فکر کې دې یې هم وي.

قرآن کریم، چې (( یهدی الی الرشد[200])) دی، انسان ته هراړخیزه وده ورکوي؛ که لمانځه ته بلنه کوي، له مشرکانو برائت ته دې هم بلنه ورکوي،که تقوی ته بلنه کوي، د بېوزلیو د لاسنیوي سپارښتنه دې هم کوي او….  ښووند او روزنکی دې هم د زدکړیال د هراړخیزې ودې په فکر کې وي. که زدکړیالان لابراتوار ته بوځي او ښوونه ورته کوي؛ نو له زده کړیلانو دې وغواړي، چې د خپلو والدینو په همغږۍ دې خپلو بېوزلیو همټولیګوالو ته چنده راټوله کړئ.

 ښووند دې ځان ډاډمن کړي، چې خپلو زدکړیالانو ته یې ورزده کړي، چې د نورو هېوادونو له علمي پرمختګونو او تجربو ګټنه وکړي او په جدي توګه یې پردیو ته پام دی، چې تېر یې نه باسي؛ ځکه د قرآن کریم، د تعبیر له مخې، تر هغه مو چې د دښمن دین او لار نه وي منلې، نه راضي کېږي: ((وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ[201] = او يهود او نصارا به هېڅكله درنه تر هغې خوښ نشي، چې (ګرسره غوښتنو ته يې غاړه كېږدې او) د (اړول شوي) دين لاروي يې وكړې))[202]

۷. ښووند دې شبهات ځواب کړي

د ښوونکي یوه دنده داده، چې د نويو شبهاتو منطقي ځواب ولري. د دیني علومو ښوونکي دې د آریزو ویېنو ترڅنګ، د ورځې شبهاتو ته هم پاملرنه ولري او اجازه ورنکړي، چې شبهات د وینو او خورې په څېر، د زدکړیالانو اندیزې سټې ورستې کړي.

البته دې ټکي ته مو پام وي، چې یوازې هغه جدي او بنسټیزې شبهات دې ځواب شي، چې عمومي شوې وي او نباید د بې بنسټه شبهو په اوڅارولو سره یې، په دودولو کې مرسته وکړو او د زدکړیالانو ذهن پرې بوخت کړو[203].

ښووند باید د شبهې پر آر احاطه ولري او دومره دقیق ځواب ورکړي، چې د مقابل لوري ذهن بیخي روښانه کړي.

۸. ښووند دې په زدکړیالانو کې انګېزه رامنځ ته کړي

 ښووند او روزنکی دې د سبق تر پیل مخکې یې، د سبق د ارزښت، پر وګړي او ټولنې یې اغېزې او هغه وګړي چې په دې اړه کارپوه شوي او د ټولنې ستونزې یې هوارې کړې، په اړه، خپلو زدکړیالانو ته لازم معلومات ورکړي.

قرآن کریم د قوانینو د نورو کتابونو پرخلاف، د شرعي احکامو د ویلو ترڅنګ، په مخاطب کې انګېزه هم رامنځ ته کوي؛ د بېلګې په توګه:

-کله په مقطعه ټکیو، انسان راویښوي؛

-ځینې آیتونه د هغو پوښتنو ځوابونه دي، چې خلکو له رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم پوښتلي دي؛

-کله د پوښتنې په اوڅارولو، مطلب بیانوي؛

-کله د کیسې په بڼه مطلب بیانوي؛

-کله په سوګند او کله د شان نزول په ویلو، مطلب بیانوي؛

-کله یې وګړي مخاطبان وي او کله مخاطبان بدلوي؛

-کله د دوو وګړیو یا دوو مطلبونو په پرتلنې، پر مطلب رڼا اچوي؛

-کله د ثواب او انعام په اوڅارولو، انګېزه رامنځ ته کوي او سترو چارو ترسره کولو ته، هڅونه او ستر انعامونه ټاکل، غوره کړنلار ده؛[204]

– د انفاق په اړه د انګېزې رامنځ ته کولو په پار، کله د معاد او قیامت مسله اوڅاروي[205]؛

-کله د حکم د ارزښت بیانولو ، د انګېزې رامنځ ته کولو او د مهمو مسلو اورېدو ته د تندې جوړولو لپاره، لومړي شخص ته خطاب کوي: ((یا ایها النبی….))؛

-کله د یوې کلمې په تکرار، په اورېدونکي کې حساسیت او انګېزه رامنځ ته کوي او….

که ښوونکي د یوه مطلب د ویلو ترڅنګ، زدکړیالانو ته روښانه کړي، چې کومو پوهانو، په دې اړه پوهېدو ته خپل عمر تېر کړی، څومره لګښتونه یې کړي، ترڅو دا خبره جوته شي یا داچې دا سبق څومره او څه ارزښت لري او نه پوهېدل پرې څومره تاوانونه لري؛ نو له اړوند سبق سره به د زدکړیالانو مینه ډېره شي او هغوی به منندویه، انګېزه لرونکي او سپماکوونکي وروزي.

۹.هجرت

د علم یوه ستره برخه، د علمي مراکزو او علمي وګړیو پر لوري د ځینو د هجرت پایله ده. په دې اړه قرآن او روایتونه ډېری سپارښتنې لري؛ تردې چې قرآن مسلمانانو ته حکم کوي: مسلمانان دې له هغو وګړیو سره  نه مینه کوي او نه دې د چار واک ورکوي، چې ایمان یې راوړی؛ خو هجرت نه کوي: ((وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يُهَاجِرُواْ مَا لَكُم مِّن وَلاَيَتِهِم مِّن شَيْءٍ حَتَّى يُهَاجِرُواْ[206]))

د ډېری بلاوو سرچینه، په رفاه او هوساینه کې ورډوبېدل او له رغوونکیو هجرتونو ډډه کول دي. که ټول هغه مسلمان کارپوهان او متخصصان چې په لویدیز هېوادونو کې اوسېږي، خپلو هېوادونو ته هجرت وکړي؛ هم به دښمن یو کلک ګوزار خوړلی وي او هم به اسلام او اسلامي هېوادونه پیاوړي شي.

هجرت یوازې په رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم پورې ځانګړی نه دی؛ بلکې د شرک، کفر او ګناه له چاپېریاله، د دین او ایمان ساتنې، یا د الله له سرغړونې لرېوالي لپاره، هجرت پر ټولو لازم دی؛ لکه څنګه چې الله تعالی د هغوی په ځواب کې چې خپلې چټلۍ ته د ناسالم چاپېریال پلمه راوړي: ((كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ= موږ په خپله سيمه كې تر زور زياتي لاندې او كمزوري وو.)) ، وايي: ((أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا[207]= ايا د الله ځمكه پراخه نه وه، چې هجرت مو پکې كړى واى؟!))

امام صادق هم وايي: ((اذا عصی الله فی ارض انت فیها فاخرج منها الی غیرها[208]= که په هغه سیمه کې چې اوسېږې، د الله تعالی سرغړونه کېږي؛ نو له هغه ځایه، بل ځای ته هجرت وکړه.))@

هجرت، د علم پر زده کړې سربېره، نورو ته د خپل زده کړي علم د ویلو لپاره هم لازم دی: ((فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ[209]= ولې یې د وګړيو له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې په مدينه كې پاتې شي) چې د دين (او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه ترلاسه كړي او چې راستانه شي (؛نو) خپل قوم خبر كړي؟))

قرآن څو څو ځل علمي او تجربي سفرونو ته په ((سیروا فی الارض)) سپارښتنه کړې ده او هغوی یې په ((افلم یسیروا)) غونډله رټلي، چې هجرت نه کوي. که د الله دا حکم پلي شي؛ نو یوه سیمه به هم بې له ښوونکي، روزنکي او مبلغه تشه پاتې نشي.

د هجرت له پازوالۍ تېښتې ته د (( علمي مرکزونه سپېڅلي دي)) یا داچې (( دلته روږدی شوی یم)) یا (( کورنۍ مې دلته مېشته ده)) پلمې بسیا نه دي، همداراز په دې خبرو استدلال چې: ((که بلنه راکړي؛ نو ور به شم)) یا (( مخکې تللی وم)) هم بسیا نه دي؛ ځکه همداچې یو حکم پر انسان واجب شو؛ نو دومره هڅه دې وکړي، چې ډاډمن شي، چې هغه حکم پلي شوی دی او د علماوو په څرګندنه/اصطلاح، یقیني اشتغال ته یقیني برائت په کار دی.

بله خبره داچې یوازې توکیزې ګټې دې موږ هجرت ته اړ نه کړي؛ ځکه قرآن کریم، ذوالقرنین په دې پار ستایلی، چې د ډېری امکاناتو/شونتیاوو او هوساینې درلودو سره سره یې د خلکو په پار ډېری سفرونه وکړل او ډېری تاریخي چوپړونه یې له ځانه یادګار پرېښي دي.

قرآن د ذوالقرنین په مړه خواتوب کې وايي: ((إِنَّا مَكَّنَّا لَهُ فِي الْأَرْضِ وَآتَيْنَاهُ مِن كُلِّ شَيْءٍ سَبَبًا [210]=په رښتیا موږ پر ځمكه ځواكمني، حكومت او ډول ډول وزلې وركړې وې (او هم هر څيز ته د وررسېدو لار مو ورښوولې وه). )) او همداراز قرآن یې هجرت ته درې ځل په (( ثم اتبع سببا)) غونډلې اشاره کړې ده. هجرت یې ځانګړې سیمې ته نه و، هم لویدیځ ته ولاړ ((مَغْرِبَ الشَّمْسِ[211])) او هم ختیځ ته ((مَطْلِعَ الشَّمْسِ[212]))؛ هغه هم پخپله کار کاوه او هم یې له نورو کار واخست؛ هم یې د خلکو توکیزې چارې هوارې کړې (د مفسدینو پر وړاندې یې ورته بند جوړ کړ) او هم یې د خلکو مخه مبداء او معاد ته کړه.

ارزښت خو دادی، چې هغو سیمو ته ورشو چې بېوزله، مظلوم او نالوستي او له فرهنګي پلوه کمزوري دي؛ لکه څنګه چې قرآن کریم وايي، چې ذوالقرنین به هغو سیمو ته تله، چې په هېڅه نه پوهېدل: ((لَّا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ قَوْلًا [213]=په خبره پوهېدل، ورته ګران وو)) که مدیریت او منجمنټ سم وي؛ نو آن له بې فرهنګه وګړیو هم ګټور، کلک او پاتېدوني آثار راپاتېږي.

۱۰.له هر چا او هر څه زده کړه کول

واقعي  ښووند پخپله یو واقعي زدکړیال هم دی او بې له دې چې پرې وشرمېږي؛ نو له هر چا او هر څه چې زده کړه ترې کولای شي، زده کړه او ګټنه کوي او هره ورځ خپله پوهه پراخوي.

په قرآن کریم کې د حضرت سلیمان علیه السلام او د ملاچرګک[214] کیسه دا پېغام لري، چې ممکن یوه وړوکې مرغۍ د الوتنې پرمهال پر داسې یو څه پوه شي، چې د حضرت سلیمان علیه السلام په څېر پېغمبر هم پرې پوه نه وي. دا کیسه  ښووندانو ته یو ستر سبق دی او ورښيي، چې زده کړې ته پکار نه ده، چې هرومرو په یوه مطرح او پېژندل شوي ښووند پسې ورشو.

یا داچې حضرت موسی علیه السلام ، د زده کړې لپاره په حضرت خضر پسې ورغی او ورسره د سفر ملګری شو او په هغه سیمه او بحر کې چې هره پېښه وشوه، یو څه یې ترې زده کړل.[215]

البته زدکړیالي هم خپل دود او لارې لري؛ لکه څنګه چې حضرت موسی علیه السلام حضرت خضر ته وویل: ((قَالَ لَهُ مُوسَى هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَى أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا[216]= موسى ورته وويل: ((ايا درسره پاتېداى شم،چې درښوول شوى “ليد” ماته هم راوښيې؟))))

په دې لنډو غونډلو او ځینې مطالب چې په ورپسې آیتونو کې راغلي، د ښووند پر وړاندې د ادب او تواضع بېلابېلې پلوشې لیدل کېږي[217].

۱۱.په هر ځای او وخت کې زده کړه

د ښوونې او روزنې ځای یوازې ټولګي او رسمي ځایونه نه دي. په ځینو ځانګړیو وختونو او شېبو کې د ځینو مطالبو ویل کولای شي، پر مخاطب پیاوړی اغېز وشیندي. که  ښووند پیاوړی وي؛ نو کولای شي له ((هېڅ)) نه ((هرڅه)) جوړ کړي.

په تاریخ کې راغلي دي، چې مسلمانانو له یوې غزا چې پکې بريالي شوي وو، د راستنېدو پرمهال یوې بیدیا ته ورسېدل. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم مسلمانانو ته وویل، چې خس راټول کړئ. اصحابو ورته وویل: (( په دې بیدیا کې خس نشته)) آنحضرت (ص) ورته وویل: (( و یې لټوئ او څومره ډکي او خشاک مې چې وموندل، را یې وړئ.)) حکم عملي شو او مسلمانانو ډېری خشاک راټول کړل. بیا رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وویل: ((هکذا تجتمع الذنوب، ایاکم و المحقرات من الذنوب[218] = ګناهونه داسې راټولېږي؛ نو له کوشنیو ګناهونو ډډه وکړئ.)) کله انسان فکر کوي چې کومه ګناه یې نه ده کړې؛ خو که ځیر شي، ډېری ګناهونه ترې شوې دي.

په دې کیسه کې ستر ښووند او لارښود، له ((هېڅ)) یوه ننداره جوړه کړه، چې پرې یې:

-د اصحابو د فراغت وخت ډک کړ؛

-یوه یادګاري ننداره یې رامنځ ته کړه؛

-په بیدیا کې یې یو ښوونیز ټولګی جوړ کړ او ښوونه او روزنه یې پکې وکړه؛

-په خپلو اصحابو کې یې د بري غرور راقابو کړ او پېغام یې ورکړ: په جګړه کې بریا، د ګناه او نیمګړتیا نه درلودو په مانا نه ده؛

-اصحاب کرام یې پوه کړل، چې که راټول شي؛ نو ترسترګو به شي؛ خو که خپاره شي؛ نو نه به ترسترګو کېږي. هغه خشاک تر هغه چې خپاره وو، نه لیدل کېدل؛ خو چې راټول شول؛ نو هویت یې وموند.

بې له ښوونیزو وزلیو، دا ډول ټولګيوالي، په ذهنونو کې پاتېږي، حال داچې ډېری پېچلي او مسلکي ټولګي نشي کولای، داسې اغېزمن ووسي.

۱۲.کمزورۍ جبیره کول

د ښوونکي د ځانګړنو په ویلو کې مو صميمي او مینه ناک چلن هم اوڅار کړ. دلته هم د ښوونکې د دندې یو ((باید)) ته اشاره کوو. قرآن کریم مینه په روزنیزو چارو کې آر ګڼي، وايي : ((الرَّحْمَنُ.عَلَّمَ الْقُرْآنَ[219].)) نه وايي: (( الحی القیوم. عَلَّمَ الْقُرْآنَ)) یا (( القادر المتعال، عَلَّمَ الْقُرْآنَ))؛ یعنې معلمۍ ته تر ټولو نږدې ځانګړنه، لورنه او مینه ده.

کله په ښوونیزو او فرهنګي چارو کې یو لړ ضعفونه، ننګونې او ستونزې راپید کېږي او کېدای شي یو ښووند د عدالت، انصاف او مینې له کړۍ ووځي او زدکړیال او مخاطب سره ناوړه چلن وکړي. ښه  ښووند او روزنکی هغه دی، چې ژر تر ژره ستونزې هوارې کړي او خپل مخاطب او زدکړیال دلاسه کړي.

13.همدردي/خواخوږي

د  ښووندو یوه دنده له زدکړیالانو سره یې خواخوږي او همدردري ده. د ښوونکي خواخوږي، د زدکړیال د دردنونو، غمونو او ستونزو د تسکین لاملېږي او مینه یې راماتوي. دا خواخوږي په بېلابېلو اړخونو کې کېدای شي، چې اشاره به ورته وکړو.

داچې اسلام د فطرت دین دی او انسان فطرتا له ښکلا خوند اخلي؛ نو په احکامو کې له ښکلا په معقوله توګه د ګټنې سپارښتنه شوې ده. الله تعالی ښکلا او سینګار خوښوي؛ لکه څنګه چې په یوه روایت کې راغلي دي: ((ان الله جمیل یحب الجمال و یحب ان یری اثر النعمة علی عبده[220]= الله تعالی ښکلی دی، ښکلا یې ښه ایسي او خوښ دی، چې د نعمت اثر یې په بنده کې څرګند شي.))

که څه له سینګار او خوړو ګټنه یو طبیعي او فطري چار دی؛ خو له اړمنو او بېوزلیو سره دې هم خواخوږي وشي. حضرت علي کرم الله وجهه په یوه داسې پېر کې ژوند کاوه، چې ډېری یې بېوزله ول؛ خو د امام صادق د پېر خلک یو څه شتمن وو او نسبي رفاه یې درلوده؛ نو د امام صادق جامو، د حضرت علي له جامو سره توپیر درلود؛ ځکه د دواړو ټولنیزو حالاتو سره توپیر درلود[221]. له خلکو سره خواخوږي، د امامانو په سیرت کې ځانګړی ځګی لري.[222]

په دې خبره دا چار راڅرګندېږي، چې که څه ښینګار او سوتره والی یو مهم چار دی؛ خو مخاطبان او وټیز حالت یې په پام کې نیول هم یو خورا مهم چار دی او غوره به وي، چې په بېوزله سیمه کې د لوکسو جامو له اغوستو ډډه وشي.

۱۴.ځانګړې او مخامخ اړیکې

د معلمۍ یو ((باید)) دادی چې د عمومي ویېنو او ټکیو د اوڅارولو ترڅنګ دې، دوه په دوه اړیکې هم ولري او د مخامخ اړیکې له اغېزه دې نه غافلېږي. عمومي ټولګي ښه دي؛ خو تر هغوی مهم یې، خصوصي اړیکې دي، چې د زدکړیال پر روزنه پیاوړی اغېز کولای شي.

کله په کار وي، چې یو  ښووند په خصوصي توګه خپل یو زدکړیال خپل دفتر ته راوغواړي او ورسره خبرې وکړي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم پر عمومي ویناوو او ډله ایزو بلنو، چې دنده یې ورکړل شوې وه[223] له خپلې کورنۍ سره یې خصوصي خبرې کولې او دنده ورکړل شوې وه، چې هغوی لمانځه[224] او نورو الهي احکامو ته[225] راوبلي.

۱۵.د رشتې/مسلک په ټاکنه کې لارښوونه

هغه ښوونه او روزنه بریالۍ ده، چې د ټولنې اړتیاوې پوره کړي او ډېری خیر او برکتونه ولري. باید د وګړي زده کړې بل ته لېږدوړ او مرستې یې نورو ته لاسرسوړ وي.

حضرت عیسی علیه السلام به ویل: ((و جعلنی مبارکا این ما کنت[226]= او چېرې چې ووسم، الله د برکت تومنه کړې یم.)) امام صادق، ((مبارکا)) په ((نفاعا)) تفسیر کړی دی[227]؛ یعنې حضرت عیسی ځکه مبارک و، چې خلکو ته یې ډېره ګټه رسېده.

ددې آر په پامنیوي دې، ښوونیزو او فرهنګي چارواکي، په سیاست ګذاریو، کړلار جوړونو او علمي مهندسیو کې، سیمه، ټولنه او اړتیاوو ته دې یې پام وي او همداراز پر وړاندې یې د مقاومت او ډول ډول ګواښونه هم له پامه و نه غورځوي او ښوونکي او روزنکي دې هم، په همدې لید، خپل زدکړیالان پکار او هغو رشتو ته ورښیون کړي، چې د ورځې اړتیا ده او پوه دې وي، چې یوه مهمه چاره، چې په تدریس کې مهمه ده، حقپالنه ده؛ ځکه شته داسې کسان چې د ټولنې اړتیا تشخیصوي؛ خو د خپل تحصیل رشته، د تبلیغاتو، د نورو د استقبال، درآمد او یا لوړ ټولنیز مقام په پار ټاکي او ټاکنه یې د ټولنې د اړتیا له مخې نه ده.

قرآن کریم وايي: ((قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُم بِوَاحِدَةٍ أَن تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى[228]= ووايه : (( زه يوازې د يوې خبرې نصيحت درته كوم او هغه داچې تاسې د الله لپاره دوه دوه يا يو يو راپاڅئ)). حضرت علي کرم الله وجهه هم په دې باب وايي: (( ایها الناس لا تستوحشوا فی طریق الهدی لقلة اهله[229]= ای خلکو! په حق لار کې د وګړیو له کموالي مه ډارېږئ.))

شته داسې تحصیل کوونکي، چې ډېری زحمتونه یې ګاللي دي؛ خو ټولنه یې تحصیلاتو ته اړتیا نه لري او سره له دې چې خپله ځواني یې په دې رشته کې تېره کړې؛ خو لازمه کارآيي نه لري.

البته د تحصيلي لېوالتیاوو په ټاکنه کې دې، هم وړتیاوې په پام کې ونیول شي، هم اړتیاوې او په رشته ټاکنه کې مو دې لید غیرتوحيدي نه وي. درانه ښوونکي دې په علمي او دقیق تبیین او د ټولنې د اړتیاوو او د هغه رشتې د ګټو په ویلو سره، خپل زدکړیالان سمې لیکې ته ورسیخ کړي.

۱۶. ښووند دې د خپلو همکارانو او مخکښانو درناوی کوي

د قرآن کریم د آیتونو له مخې، په جنت کې ټول یو بل ته سلام کوي: [((إِلَّا قِيلًا سَلَامًا سَلَامًا[230]= يوازېنۍ خبره، چې اوري، هغه به ((سلام)) وي او ((سلام)). ]))؛ خو دوزخیان یو پر بل لعنت وايي: ((كُلَّمَا دَخَلَتْ أُمَّةٌ لَّعَنَتْ أُخْتَهَ[231])).قرآن کریم پر ټولو انبیاوو سلام ویلی دی: ((وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ[232])) او پر ځینو یې ځانګړی سلام ویلی دی: ((سَلَامٌ عَلَى نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ[233]))، ((سَلَامٌ عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ[234])).

لکه څنګه چې مخکې مو هم وویل: په قرآن کې راغلي دي، چې الله تعالی له ټولو هغو انبیاوو ژمنه واخسته، چې د کتاب او حکمت څښتنان وو، چې که تر تاسې روسته بل پېغمبر درغی؛ نو بې له خپګانه به پرې د زړه له کومې ایمان راوړئ او مرسته به یې کوئ.

لمونځ رازده کوي، چې په پینځه وخته لمونځ کې، پر ټولو وړ او صالح وګړیو سلام وکړو، که تېر شوي وي، که په راتلونکي کې به راځي: (( السلام علینا و علی عبادالله الصحالین)).

نو پردې بنسټ، د نورو، خپلو همکارانو او امت درناوی، یو ارزښت دی او دا چار د ښوونې او روزنې په چاپېریال کې خورا اغېزمن چار دی. د نورو درناوی، د علم د مقام او خپل درناوی دی؛ نورو ته په درنه وګورئ، زحمتونه یې له پامه مه غورځوئ، چې نور مو زحمتونه له پامه و نه غورځوي.

قرآن کریم، مسلمانانانو ته حکم کوي، چې هر کله کوم مؤمن، ښووند یا عالم غونډې ته درغی؛ نو درناوي ته یې له ځایه پاڅئ : ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ[235]=مؤمنانو! چې درته وويل شي: ((په مجلسونو كې ځاى ارت كړئ (او نويو راغليو ته ځاى وركړئ) ))؛ نو ارت یې كړئ، چې الله مو په چارو کې پراخي راوړي او چې وويل شي : ((پاڅئ))؛ نو پاڅئ،چې الله مو د مؤمنانو او پوهانو درجې لوړې كړي او څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى.))

الله تعالی په قرآن کریم کې څو ډلو ته ځانګړې درجې ورکړې دي؛ انبیاء، مجاهدین، لمونځ کوونکي، انفاق کوونکي، نېکچاري مؤمنان او پوهان. ښيي د ((يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ)) غونډله، ددې نښه وي، چې د پاڅېدو حکم د مؤمنانو او پوهانو راننووتو په پار وي؛ یعنې درناوي ته یې ورپاڅئ[236].

مرحوم طبرسي په احتجاج کتاب کې رانقلوي، چې د امام هادي په وخت کې یو فقیه له یوه کږلاري ناصبي سره په ویېنه کې یې، هغه روښانه او خپل حقانیت یې ورجوت کړی و، نو یوې غونډې ته ورننووت، چې علویان او بني هاشم پکې هم وو.امام هادي هغه فقیه د مجلس په غوره ځای کې کېناوه. دومره درناوی یې علویانو او بني هاشمو ته ګران پرېووت، مشر یې نیوکه وکړه: ولې دې داسې سړي ته پر موږ غوراوی راکړ؟

امام وویل: آیا د قرآن پر فیصله خوښ یاست؟ و یې ویل: هو! او آنحضرت ورته دا آیت تلاوت کړ: ((تَفَسَّحُوا فِی الْمَجالِسِ … وَ إِذا قِیلَ انْشُزُوا فَانْشُزُوا یَرْفَعِ اللّهُ الَّذِینَ آمَنُوا مِنْکُمْ وَ الَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجاتٍ)) ددې سړي ارزښت د هغې علمي ویینې په پار دی، چې هغه ناصبي یې مات کړ، تر هر شرف او نسبه غوره دی[237].

هو! مؤمن عالم پر عادي مؤمن غوراوی لري؛ لکه څنګه مؤمن پر نامؤمن غوراوی لري. قرآن په بل ځای کې وايي: «هَلْ یَسْتَوِی الَّذِینَ یَعْلَمُونَ وَ الَّذِینَ لا یَعْلَمُونَ»

۱۷. نظر پوښتنه او سلامشوره

نظرپوښتنه او سلامشوره[238]، ډېرې ګټې لري، چې ټولې ته څرګندې دي. په مشوره د انسان پوهه ډېرېږي او دوست له دښمنه بېلولای شي. که بریالي شوو؛ نو حسودان به مو لږ شي؛ ځکه زموږ بریا، له هغه سره د سلامشورې پایله ګڼي او که ماتې وخورو، خواخوږي به ومومو؛ ځکه زموږ ماتې، له هغه سره د سلامشورې پایله ګڼي.

په مشوره، چارې پخېږي، تجربې لېږدول کېږي او د وګړیو غرور ماتېږي. ان که تر ټولو عاقل او عادل وګړي هم ووسو، له مشورې مړه خوا نه یوو. د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم او امامانو په سیرت کې تل او ډېری پر سلامشوره سپارښتنه شوې ده؛ نو هېڅوک دې ځان له نورو سره له سلامشورې مړه خوا نه ګڼي.

الله تعالی چې د مخلوقاتو اشرف ته د سلامشورې سپارښتنه کوي: ((له خلکو سره سلامشوره کوه))؛ نو د نورو خلکو خبره خپل ځای لري: ((وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ[239]= او په چارو كې مشوره ورسره وكړه؛ خو چې هوډ دې وکړ (؛ نو پرېکنده اوسه او) پر الله بروسه وكړه؛ ځكه الله بروسګر خوښوي.))

په زړه پورې خو داده، چې دا حکم په احد غزا کې تر ماتې روسته راغلی دی، چې هغه ماتې هم د اصحابو د نظر په پار وه، چې د احد سیمې ته ورغلل او د هغوی د سرغړونې، شخړې او ناغېړۍ له لامله یې ماتې وخوړه؛ خو قرآن کریم، د سلامشورې په سپارښتنه، دا پیغام ورکوي، چې ټولنه دې د تل لپاره د سلامشورې له برکتونو بې برخې نشي.

البته ناویلې څرګنده ده، چې د سلامشورې حکم، په ټولنیزو چارو پورې اړوند دی؛ نه د هغو چارو په باب، چې په اړه یې د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم څرګند حکم راغلی وي؛ نو ځکه په قرآن کې د سلامشورې کلمه له ((امر)) سره راغلې ده: ((وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ[240])) یا ((وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ[241])). کله هم د لمونځ د رکعتونو، د رمضان میاشت روژې، حج، د زکات او خمس د څومره والي په اړه مشوره نه کېږي؛ ځکه هر یوه ته یې په قرآن یا نبوي احادیثو کې څرګند حکم شته دی؛ نو پردې بنسټ؛ لکه څنګه چې لمونځ ((عهد الله[242])) دی او موږ د لمانځه په اړه د سلامشورې حق نه لرو، ((امامت)) هم ((عهدالله)) دی او په اړه یې مشوره کولای نه شوو[243].

نو د نظرپوښتنې او سلامشورې د ارزښت په پار، غوره ده، چې  ښووند او روزنکی دې په ځینو درسي چارو کې هم له زدکړیالانو او هم له تجربه لرونکیو  ښووندانو سره مشوره وکړي. که  ښووند کومه طرح لري؛ نو مخکې له مخکې دې له  زدکړیالانو سره سلامشوره وکړي او بیا دې یې نوي کهول ته ولېږدوي. دا چار لاملېږي، چې که دا طرح کومه ستونزه ولري، نو ستونزې به یې هوارې او یا کوم کمال او مطلوب ته د رسېدو لپاره، کره کتنې ته اړتیا ولري، کره کتنه یې وشي او تر بشپړېدا او ډاډ روسته وړاندې شي.

په اووم څپرکي کې – چې د مخاطبینو په اړه دی- له مخاطبینو سره د سلامشورې په اړه ویېنه شوې ده.

۱۸. ښووند دې مخالف ته د څېړنې وخت ورکړي

هغوی چې څېړنه کول غواړي، د څېړنې او مطالعې وخت دې ورکړل شي او و دې نه شړل شي. په توبه/۶ آیت کې راغلي دي: ((وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْلَمُونَ= او كه له مشركانو كوم يو پناه درنه غواړي؛ نو پناه وركړه، چې د الله خبرې واوري (او غور پكې وكړي)؛ بيا يې د خپل امن تر ځايه ورسوه؛ ځكه دوى ناپوهه خلک دي.))

له دې آیته لاندې ټکي لاس ته راځي:

-د تفکر او تعقل لار، ان مشرکانو او مهدورالدم وګړیو ته هم پرانستې ده او د یوه وګړي د هدایت اټکل دې هم جدي وګڼو.

-ان د دښمن د اندیزې ودې مخه هم مه نیسئ، په جګړه ایزو حالاتو کې دې هم د وګړیو اندیزې ودې ته ارزښت ورکړل شي.

-د پوهې پر بنسټ ایمان دی، چې ارزښت لري؛ نه د وېرې او زور.

-کوم ښوونځی چې منطق لري، بیړه نه کوي.

-د څېړونکیو وګړیو امنیت دې تضمین شي. (أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ)

-د ځینو د کفر سرچینه یې ناپوهي وي، که پوه شي؛ نو حق مني. (ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْلَمُونَ)

۱۹.د کړنو جنبي آثارو ته پاملرنه

جنبي چارو ته پاملرنه، په ښوونیزو چارو کې یو مهم ټکی دی؛ په ښوونیزو چارو کې، هم جنبي ټکیو ته ارزښت ورکول، چې برکتي چار دی او هم کړنو او عمل ته پاملرنه، چې جنبي آثار او پېغامونه لري، مهم دي.

که د ښوونې لپاره ټاکلي او ځانګړي کتابونه شته دی؛ خو هغه  ښووند بریالی دی، چې په اړوند جانبي مطالعاتو، مناسبو اطلاعاتو او خوږه او پسته ژبه، خپل ټولګی ځان ته رامات کړي؛ ځکه کله د جنبي ټکیو او حاشیه ای ویېنو ویل، تر رسمي خبرو ډېر اغېزمن وي؛ د بېلګې په توګه، کله له ملګرو سره بنډار یې تر مېلمستیا ډېر خوندور وي.

همداراز کله د یوه عمل جنبي آثار، برکتونه او ستونزې یې تر خپل عمله ډېرې مهمې وي. بدګويي او غیبت کول یوازې یو څو ټکي دي؛ خو کله د یوه وګړي، د هغه آبرو د دړي وړي کېدو لاملېږي، چې په ټول عمر کې یې لاس ته راوړې ده او ټولو ته، په تېره هغوی ته یو خبرداری دی، چې د ښوونې او روزنې په ډګر کې هڅې کوي.

په اسلامي متونو کې دې جنبي آثارو ته اشارې شوې دي؛ د بېلګې په توګه: په حدیث کې راغلي دي: انسان، چې لمونځ ته جومات ته ځي؛ نو د لمانځه د ثواب ترڅنګ، اته جنبي کمالونه هم لاس ته راوړي.

یا په قرآن کریم کې لولو چې ستاسې وینا دې سمه او روغه وي. ((قولا سدیدا))، چې جنبي برکتونه ته یې ورسئ، چې له هغوی ځنې یې د کړنې سمونه: (( یصلح لکم اعمالکم)) او د ګناهونو بښنه: ((و یغفر لکم ذنوبکم)) دي[244].

په یوه بل آیت کې لولو، د خلکو بدۍ، د غچ پرځای، پر خپلو نېکچاریو له ځانه لرې کړئ: ((ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ [245]))، چې دا چار یو لړ برکتونه لري او له هغوی ځنې داچې ستا او د هغه وګړي ترمنځ کینه له منځه وړي او هغه وګړی به مو ملګری کړي.(( فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ))

په ځینو آیتونو کې لولو چې د ځینو خیر چارو په پار، ځینې برکتونه لاس ته راوړئ او له هغوی ځنې داچې، الله به مو بدۍ پر ښېګڼو واړوي. دا ټکی چې زموږ هر چار او نیت پټ او ښکاره برکتونه لري[246] او په آیتونو او روایتونو کې ورته اشاره شوې ده، په خپله یو خپلواک او ځانګړي کتاب لیکلو ته اړتیا لري.

۲۰.په زړه سواندۍ سپارښتنې کول او له وړاندیزونو استقبال

هېڅوک دې ځان له نصیحت مړه خوا نه ګڼي، هغه د ښوونې او روزنې په ډګر کې بریالی دی، چې زړه ته یې تاله/قلف نه وي اچولی؛ هم دې آسانې خبرې کوي، هم دې آسان اوري او دې یې په آسانه ومني.

قرآن کریم څو څو ځل د ((توصوا)) کلمه کارولې ده؛ یو بل ته سپارښتنه وکړئ. د ((توصوا)) کلمه د باب فعل په قالب کې، چې پر نېکیو سپارښتنه ده، دوه اړخیزه او عمومي بهیر دی، نه یو اړخیز. خو د ((اوصوا=سپارښته وکړئ)) کلمه په قرآن کې نه ده راغلې او دا راښيي، چې تذکر او سپارښتنه کوم ځانګړی برید نه لري او ټول ورته اړمن دي او دواړه لوري دې یو بل ته سپارښتنه کوي.

په قرآن کریم کې درې ډوله ((تواصي)) راغلي دي:

-(( تَواصَوْا بِالْحَقِّ))، چې په عصر سورت درېیم آیت کې راغلی دی. په حق مسیر کې واقع کېدل بسیا نه دي؛ بلکې پکار دي، چې نور هم حق ته راوبلو. ټولنه هغه مهال سمېږي، چې ټول وګړي په امربالمعروف او نهی عن المنکر کې ګډون ولري، هم نصیحت وکړي او هم د نورو نصیحت ومني.[247]

-(( تَواصَوْا بِالصَّبْرِ))، چې دوه ځل په قرآن کریم کې راغلی دی؛ یو ځل د دېرشمې سپارې په عصر سورت کې او تر (( تَواصَوْا بِالْحَقِّ)) روسته او یو ځل په بلد سورت ۱۷ آیت کې.

– ((وَ تَواصَوْا بِالْمَرْحَمَهِ))، چې د بلد سورت اوولسم آیت په دوام کې راغلی دی[248].

د معلمۍ یو ((باید)) دادی چې هم نورو ته په سپارښتنه کې، د دندې احساس وکړي او په محترمانه ډول خپلو همکارانو او زدکړیالانو ته د یو لړ ټکیو سپارښتنه وکړي او هم د نورو له وړاندیزونو که همکاران یې وي، که زدکړیالان، که څېړونکي، په ورین تندي ترې استقبال وکړي او ځان مړه خوا و نه ګڼي. په توحيدي ښوونځي کې، د حضرت سلیمان علیه السلام په څېر پېغمبر هم د ملاچرګک په څېر له کوشنۍ مرغۍ پېغام اخلي او په اړه یې اجراات کوي[249].

۲۱. ښووند دې نیوکه منونکی وي

هغه  ښووند بریالی دی، چې سموونکې نیوکې ومني؛ لکه څنګه چې په مکارم الاخلاق دعا کې لولو: ((اللَّهُمَّ وَفِّقْنِي‏ لِطَاعَةِ مَنْ‏ سَدَّدَنِي‏، وَ مُتَابَعَةِ مَنْ أَرْشَدَنِي؛[250] یا الله! د هغه په لاروۍ مې بریالی کړه، چې سمې لارې ته یې ښیون کړی یم))

یو انسان هم له تېروتنې خوندي نه دی؛ ځکه سرغړاند نفس د بدیو امر ورکوي: ((وَ ما أُبَرِّئُ‏ نَفْسِي‏ إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا ما رَحِمَ رَبِّي[251]= او [زلیخا وویل:] ځان نه سپېنوم؛ (ځکه) چې (سركښ) نفس بد امره دی؛ خو پر چاچې زما پالونكى ولورېږي؛ ځكه پالونكى مې لورین بښونكى دى:))

مبلغ او  ښووند دې نیوکو ته غوږ ونیسي؛ ځکه حقایقو ته غوږ نه نیول، د زړو ړندو کافرو ځانګړنه ده: ((وَ لَهُمْ آذانٌ لا يَسْمَعُونَ‏ بِها[252]=هغوی غوږونه لري؛ خو نه پرې اوري)) او ((وَ إِذا ذُكِّرُوا لا يَذْكُرُون[253]= او چې تذکر ورکوې، نصیحت نه مني))

مسلمان انسان، نیوکو ته د ارزښتمنو ډالیو په سترګه ګوري او په حقیقت کې هغه خپل تر ټولو ګران رور ګڼي، چې یې نیمګړتیاوې ورته وايي؛ لکه څنګه چې له امام صادق نه رانقل شوي دي: «أَحَبُّ إِخْوَانِي إِلَيَّ مَنْ‏ أَهْدَى‏ إِلَيَّ عُيُوبِي».[254]

۲۲. ښووند دې هیلمن او هیله بښاندی وي

 ښووند دې خپلو زدکړیالانو ته هیله بښونکی وي. هغه  ښووند بریالی دی، چې الهي ژمنو ته په هیلمنۍ، هم هیلمن وي او هم خپل مخاطبان هیلمن کړي.

الله تعالی، حضرت موسی او حضرت هارون ته وايي: حرکت وکړئ، هلیمن وسئ او زما په رسالت کې ناغېړي مه کوئ: ((اذْهَبْ أَنْتَ وَ أَخُوكَ بِآياتي‏ وَ لا تَنِيا فِي‏ ذِكْرِي[255]=(اوس) ته او رور دې زما له نښو سره ولاړ شئ او زما په يادولو كې ناغېړي مه کوئ.))

د الله له لورنې نهیلي، یوه ستره ګناه ده او د نورو نهیلول، د قرآن کریم په تعبیر سره، د شیطان او منافق چار دی. په حدیث کې راغلي چې امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه وايي: (( واقعي فقیه او حقیقي اسلامپوه هغه دی، چې خلک د الله له لورنې،پراختیا او الهي روح نهیلي نه کړي او د الله له مکره یې خوندي نه کړي [او مغرور یې نه کړي] ))[256]

هیلمن مبلغ او  ښووند، ځواکمن د ښوونې او روزنې لارې ته دوام ورکوي، په جدي توګه په خپل چار پسې وي او ناغېړي نه کوي. همداراز خپل زدکړیالان رڼې راتلونکې ته هیلمنوي. هغه  ښووند خاین دی، چې تل د لویدیز پوهانو د پرمختګونو په اړه خبرې کوي، د خپل هېواد سپکاوی کوي او تل خپلو زدکړیالانو ته له هېواده بهر تګ ته سپارښتنه کوي او د هیلې پر ځای یې نهیلوي. قرآن کریم څو څو ځل، راتلونکې د مؤمنانو ګڼي:

-(( وَ الْعاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ[257]= د متقیانو پاى ښه ده))

-(( وَ الْعاقِبَةُ لِلتَّقْوى[258]= ښه پايله د پرهېزګارۍ ده.))

-(( وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَ عَمِلُوا الصَّالِحاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ‏ فِي‏ الْأَرْضِ‏ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ[259]= الله مو له هغو كسانو سره، چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، ژمنه كړې، چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي؛ لكه چې تر دوى مخكېنيو ته يې د ځمكې خلافت وركړى و))

۲۳.  ښووند دې په حق لار کې پرېکنده وي او په دې لار کې دې له رټنو نه ډارېږي

قرآن کریم د الهي انبیاوو په ستاینه کې -چې د بشر ښووندان دي- وايي: ((وَ لا يَخْشَوْنَ‏ أَحَداً إِلَّا اللَّهَ= او بې له الله له چا هم نه ډارېږي[260]))

په یوه حدیث کې راغلي دي، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي: (( چې کله مې په امت کې بدعتونه راڅرګند شي؛ نو پر عالم دي، چې خپله پوهه رابرسېره کړي او څوک چې داسې و نه کړي؛ نو د الله لعنت دې پرې وي.[261]))

د قرآن کریم آیتونه، د مجرمانو کړنلار او دسیسې اشوا کوي: ((وَ كَذلِكَ نُفَصِّلُ الْآياتِ وَ لِتَسْتَبِينَ‏ سَبِيلُ‏ الْمُجْرِمِينَ[262]= او په دې توګه موږ (خپل) آيتونه په ډاګه څرګندوو، چې (حقيقت درته روښانه او) د ګناهګارانو لار بيخي ښكاره شي.))

د الله استازیو به هم داسې کول؛ لکه څنګه چې حضرت ابراهیم علیه السلام وویل: ((وَ تَاللَّهِ‏ لَأَكِيدَنَ‏ أَصْنامَكُمْ‏[263]= او (په زړه کې يې وويل:) قسم پر الله چې په نشتون کې به مو هرومرو ستاسې د بوتانو څه چاره وكړم! )) او حضرت موسی علیه السلام هم سامري وراټه او و یې ویل: ((وَ انْظُرْ إِلى‏ إِلهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عاكِفاً لَنُحَرِّقَنَّهُ‏ ثُمَ‏ لَنَنْسِفَنَّهُ‏ فِي الْيَمِّ نَسْفاً[264]= او (اوس) دې خپل هغه معبود ته ګوره، چې تل دې نمانځه؛ نو لومړى يې سيځو بيا يې ايرې پر سيند ورشيندو.))

مؤمن مبلغ او ګروهن ښووند دې هم د دین د تبلیغ په لار کې له رټونکیو نه ډارېږي: ((يُجاهِدُونَ فِي سَبِيلِ‏ اللَّهِ‏ وَ لا يَخافُونَ‏ لَوْمَةَ لائِم[265]= د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملامتوونكي له پړې اچولو به نه وېرېږي))

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم چې حضرت معاذ (رض) یمن ته د تبلیغ لپاره واستاوه، ورته یې وویل: ((وَ لا تَخَفْ‏ فِي‏ اللَّهِ‏ لَوْمَةَ لائِم‏؛ اى معاذه! د الله په لار کې د رټونکیو له رټنې مه ډارېږه[266]))

واقعي او مېړنی ښووند او مبلغ، په هغه ځای کې چې پکار وي، د کفارو او معاندانو مخې ته درېږي او پرېکنده دريځ نیسي. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته دنده ورکړل شوې وه، چې د کفارو د وړاندیز پر وړاندې- چې د هغوی د کفرپر ړاندې دې چوپ وي- ووايي: ((لَكُمْ‏ دِينُكُمْ‏ وَلِىَ‏ دِين[267]))

په ښوونیز چاپېریال یا ټولګي کې داسې وختونه راځي، چې د نورو د نظر څرګندونو ته پکې اړتیا وي او دلته ځینې کمزوري او سست عقیده وګړي هم وي، چې باید یوه خبره وکړي او دریځ ونیسي؛ نو په داسې ځایونو کې  ښووند دې د نورو له ریشخند، ملنډو او رټنې، بې وېرې، په متانت او ادب سره حق خبره وکړي.

۲۴.  ښووند دې حکمت ولري

د انبیاوو یوه دنده د کتاب او حکمت ښوونه ده: ((وَ يُعَلِّمُهُمُ الْكِتابَ وَ الْحِكْمَةَ.[268])) حکمت له آسماني کتاب سره مل چار دی او هر چاته چې ورکړل شي، ډېر خیر به یې په برخه شي.

په قرآن کریم کې راغلي دي: ((يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشاءُ وَ مَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْراً كَثِيراً وَ ما يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُوا الْأَلْبابِ‏=[269](د الله) چې چاته خوښه شي (او وړ يې وګڼې) پوهه او حكمت وركوي او چاته چې پوهه وركړه شي؛ نو بېشکه ستر خير يې وركړى دى او( له دې حقايقو) يوازې عقلمن پند اخلي .))

((حکمت)) یې د معرفت او پر خوالو او حقایقو پوهېدو او حق ته په رسېدو مانا کړی دی، چې الله یې خپلو پاکو، متقي او هڅاندو بندګانو ته ورکوي، چې هغوی پرې شیطاني وسوسې، له الهي الهاماتو توپیر کړای شي او څاه له لار او شعار له شعوره و پېژندلی شي او دا کثیر خیر دی.[270]

د روایتونو له مخې، حکمت د رڼا په څېر په زړه کې کې وي او اغېزې یې د انسان په وینا او کړنو کې راڅرګندېږي.[271] حکمت هغه لید او لیدانه ده، چې که په بېوزله وګړي کې وي؛ نو هغه به په ټولنه کې تر شتمنه هم محبوب کړي او که په کوشني کې وي؛ نو هغه ته به تر ستر وګړي هم ډېر غوراوی ورکړي.[272]

همداراز په روایتونو کې لولو: حکمت، په دین کې معرفت او تفقه ده. حکمت، له الله لاروي، د امام پېژندنه او له کبیره ګناهونو ځان ژغورل دي.[273] حکمت د ټولو ښېګڼو کونجي او مورډالۍ ده. هر څوک چې یې ولري، ډېر څه به ولري. که څه مال او شتمني ښېګڼه ده؛ خو ډېره ښېګڼه، د تشخیص لید او ځواک درلودل دي.

حکیم وګړی رغیو او لنډمهاله چارو ته نه تمېږي؛ بلکې پام یې د چارو پای او پایلې ته وي؛ نه له ځان پورته سره بېځایه شخړه کوي او نه تر خپل لاس لاندې وګړي سپکوي؛ بې علمه خبره نه کوي او په وینا او کړنو کې یې ټکر نه وي؛ الهي نعمتونه نه ضایع کوي او په چټیاتو پسې نه ورځي؛ خلک یې د ځان په څېر ښه ایسي، څه چې ځان ته غواړي، نورو ته یې هم غواړي او چاته دوکه نه ورکوي. دنیاپالي پر توکیز مال او شمېرنو اډانه کوي او ګټه او تاوان د مادیاتو له مخې شمېري؛ خو عاقل دوراندیشان او اندیال لارپېژاندي یې له بل اړخه شمېري.

نیمه پېړۍ ده، چې زه [لیکوال]  ښووند یم؛ خو پلار مې یو نالوستی هټیوال؛ خو حکیم وګړی و. یوه ورځ مې په ځوانۍ کې وپوښت: (( زموږ کور ګرانبیه دی، که د پلاني؟)) دوی راته وویل: (( هر هغه کور ګرانبیه دی، چې د الله عبادت پکې وشي.)) همداراز یوه ورځ مې وپوښت: (( ولې مو د کور بڼګی مېوه نه نیسي؟)) و یې ویل: (( ولې په دې کور کې دومره خلک ویده دي؛ خو تهجد لمونځ نه کوي؟!))

سربېره پردې چې امام خمیني د تقلید مرجع و، یو سیاستوال هم و، یو حکیم وګړی هم و؛ نو د جاسوسۍ ځالې، د امریکايي جاسوسانو تر نیوو روسته یې یو، چې تورپوستی و، ازاد یې کړ او و یې ویل: (( پردې توکم، د تاریخ په اوږدو کې تېری شوی دی.)) او په دې حکیمان چار یې هم تورپوستي خوشحاله او هم یې د امریکا دولت سپکاوی وکړ.

په ښوونیزو چارو کې حکمت بنسټیزه ونډه لري؛ څه په ښوونیز منجمنټ کې، څه په تدریس کې، څه له څېړونکیو سره په اړیکه او څه په….. کې. یو پیاوړی  ښووند، چې په ایران کې وزیر شو، هوډ یې وکړ، چې د کردستان ولایت لپاره یو عمومي رییس وټاکي. دوی په یوه حکیمانه ګام کې، لومړی یې ورته د ځانګړې څېړنې حکم ورکړ، چې د څه مودې لپاره په کردستان کې ووسي او د یوه پلاوي په چوکاټ کې د ښوونې او روزنې د ادارې له ټولو چارواکیو او چارو سره ژوره اشنايي پیدا کړي؛ نو همداچې د اړوند ادارې پر ټولو چارو یې سر خلاص شو؛ نو بیا یې د هغه ولایت د ښوونې او روزنې د رییس په توګه وټاکه، چې بیا روسته همدا رییس د ښوونې او روزنې وزیر هم وټاکل شو.

په ښوونیزو چارو کې هم حکیمانه وینا، کړنې او هوډنیونه اړینه ده؛ لکه هڅونه او رټنه، تغافل او تحمل، له موسکا سره تریخ کاته، سختدریځي، اساندریځي او….[274]

۲۵. ښووند دې اهل ذکر وي

د عقلمنو مخورو یوه ځانګړنه داده، چې تل د الله پر یاد بوخت وي او الله پر ځان څارن وګڼي. د قرآن د وینا له مخې، د الله ذکر په هر حال کې دی. قرآن کریم د عقلمنو مخورو په اړه وايي: ((الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِياماً وَ قُعُوداً وَ عَلى‏ جُنُوبِهِمْ[275]=هغوى چې په ناسته، ولاړه او پرڅنگ وهلي خداى يادوي))

 ښووند چې بېلګه دی، باید د الهي  ښووندانو په څېر، اهل ذکر وي او تل یې الله په پام کې وي او په خپل ورځني ژوند کې منظمې مانیزې کړلارې ولري. ناشونې ده، چې انسان بې د الله له یاده بریالی شي او وکړای شي، په خپلو زدکړیالانو کې وده رامنځ ته کړي. زموږ ستر علماء، په زده کړې او څېړنې کې، د هڅاندۍ ترڅنګ منظمه عبادي کړلار هم درلوده او په خپل توحیدي منطق او کړنو یې وکولای شول، ستر انسانان وروزي.

ځینې انسانان اهل علم دي؛ خو اهل ذکر نه دي؛ او ځینې انسانان اهل ذکر دي؛ خو لوړې زده کړې نه لري. یوه ورځ مې یو خټګر خپل کور ته د بیه ایښوونې ته بوتله، په لار کې مې ورته وویل: (( د معاملې یو لوری، د شهید له کورنۍ دی؛ داسې بیه پرې کېږده، چې د شهید کورنۍ ګټه وکړي.)) هغه هېښنده وویل: (( تاسې چې اهل علم یاست؛ نو ولې؟ تمه مو ده، چې داسې بیه کېږدم، چې د شهید کورنۍ په ګټه وي او د شهید کورنۍ ته حرامه مړۍ چمتو کړم؟!)) په یوه شېبه کې مې پام شو، چې اهل علم یم؛ خو اهل ذکر نه یم.

۲۶. ښووند دې دسیسه پېژندونکی وي

 ښووند او روزنکی دې هم د پردیو له دسیسو ځان خبر ساتي او هم دې پرې خپل مخاطبان خبروي. په قرآن کریم کې راغلي دي، چې د یهودو ځینو مخورو نقشه جوړه کړې، چې سهار پر رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ایمان راوړي او ماښام ترې مخ واړوي او ووايي: (( موږ محمد او دین یې ولید؛ خو له هغه سره یې ټکر درلود، چې په تورات او انجیل کې راغلي دي.)) چې په دې چار دوې پایلې واخلي:

لومړی داچې نور یهود د مسلمانېدو په فکر کې نشي او ووايي: هغوی چې سهار مسلمان شول، ماښام بېرته له خپله دینه واوختل او دویم داچې د مسلمانانو روحیه کمزورې کړي، چې له ځان سره ووايي: هسې نه چې زموږ دین ارزښتمن نه وي، چې پوهان یې رامات نه کړل؟!

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په وحې له دې نقشې او دسیسې خبر شو او آنحضرت هم پرې اصحاب کرام خبر کړل او ورته یې وویل، چې چمتو وسئ.[276]

نو پوه شئ، چې دښمن په تکتیکي او شېبه ای ایمان، د ګوزار په تکل کې دی. پام مو وي، چې د دوا شیندنې په نامه مو بڼونه او پټي ویجاړ نه کړي، د کورنۍ د تظیم په نامه، مو د ځوځات مخه و نه نیسي او د ځینو درملو په تولید، نورې ناپاکې موخې ولري، د ګرځندوی په نامه، جاسوس او نظامي مستشار وي، تفریحي او علمي سفرونه، بهرني زده کړیز بورسونه، مېلمستیاوې، پورونه، هوکړه لیکونه او…. شومې موخې ولري، چې زړه سواندي سمونپالي په تېره ښوونکي دې، له دې خبرو خپل زدکړیالان خبر کړي.

دښمن چې په خپل زړه کې زموږ د کفر هیله لري؛ نو په عمل کې به له یوې دسیسې او نقشې هم مخ وا نه ړوي، چې د ښوونکيو دې پام ورته وي.

۲۷.دښمن پېژندنه

باید ځان او زدکړیالان مو له دښمن سره آشنا کړو. قرآن کریم څو څو ځل له دښمنه د ځان ساتنې په اړه سپارښتنه کړې ده. د قرآن په یوه آیت کې د دښمنانو د خطرناکې منځپانګې په اړه راغلي دي:

((يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا بِطانَةً مِنْ دُونِكُمْ لا يَأْلُونَكُمْ خَبالًا وَدُّوا ما عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضاءُ مِنْ أَفْواهِهِمْ وَ ما تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآياتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ[277]= مؤمنانو! بې له خپلو (بل) خوالګر مه نيسئ (؛ځکه دوى) ستاسې په باب له هر ډول شر (او فرهنگي فساده) كار اخلي، دا يې خوښېږي، چې تاسې په رنځ او كړاو كې ياست، د دښمنۍ (نښې يې) له خولې (او خبرو) څرګندېږي او څه يې چې په سينو كې پټ ساتلي، تردې بدتر دي، په حقيقت كې موږ (یې د دښمنۍ) نښې (او له شره یې د ژغورلو لارې چارې) در و ښوولې، كه اندنه وکړئ.))

په دې آیت کې راغلي دي، چې دښمن مو وپېژنئ او هوښیار وسئ؛ ځکه هغوی ستاسې پرخلاف په دسیسو کې بیخي لنډون او ناغېړي نه کوي او په بېلابېلو چلوټو درباندې د ګوزار وهلو په تکل کې دي؛ چلوټې یې لکه:

الف) فساد: (لا يَأْلُونَكُمْ خَبالًا)

ب)دباو: (وَدُّوا ما عَنِتُّمْ)

ج) درز اچول: (ما تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَر)

دښمن راته د څه هیله کوي؟ که په قرآن کې د ((وَدُّ)) ویی وڅېړو؛ نو د دښمن په هیلو به مو سر خلاص شي:

الف) له خپلې وسلې او پانګې غفلت: ((وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَ أَمْتِعَتِكُمْ [278]))

ب)کمزوري، ناغېړي، مداهنه او سازش کاري: ((وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ [279]))

ج) کړاو، دباو او په زحمت کې اچول: ((وَدُّوا ما عَنِتُّمْ[280]))

د) ارتداد او له دینه ستنېدل: ((وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمانِكُمْ كُفَّاراً [281]))

د آیت په دوام کې د دوست او دښمن د پېژندو لار راښيي او هغه داچې د مسلمانانو د بریا یا ناکامۍ پر مهال مو د نورو روحیاتو او غبرګون ته پام وي؛ ددې ترڅنګ وايي، چې له دښمن سره دوستي، شونې ده ستر تاوانونه ولري او هغه داچې شونې ده، زموږ پرخلاف دسیسه وکړي؛ نو پردې بنسټ، تاسې باید متقیان او صابران ووسئ، چې د هغوی دسیسې مو ټکني نه کړي: ((إِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَ إِنْ تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِها وَ إِنْ تَصْبِرُوا وَ تَتَّقُوا لا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئاً إِنَّ اللَّهَ بِما يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ[282]))

سفرونه، خنداوې، هوکړه لیکونه او سیمینارونه د دښمن نښې نه دي؛ بلکې نښه یې داده، چې که کومه ښېګڼه در ورسېده؛ نو خپه کېږي.

په هر وخت او د زده کړې په هر پړاو کې باید د دښمن پېژندنې په اړه ویېنې ولرو. هر څوک چې ملي او دیني غیرت لري؛ نو د دښمن په معرفۍ او د هغوی د دسیسوو په شنډولو کې دې هڅاند وي او خپل زدکړیالان او مخاطبان دې دښمن د ښکېلاک او اسکتبار له مخینې خبر کړي.

۲۸. ښووند دې ګواښنې جدي ونیسي

 ښووند او روزنکی دې تل خپل مخاطب هیلمن کړي او د هڅونې او هیلمنۍ ترڅنګ دې په کار ګواښنې هم ورته وکړي او ((انذار)) ته دې ځانګړی پام ولري؛ ځکه په انسانانو کې د ضرر د دفع روحیه، د ګټې له جذب تر روحیې پیاوړې ده؛ نوځکه قرآن کریم د انذار پر چار ټینګار کړی دی.

قرآن کریم، رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم بشیر او نذیر ګڼلی دی او ورسره یې د آنحضرت انذار، اخطار او ګواښنو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او ان ویلي یې دي، چې ستا دنده یوازې ګواښګرندي ده: ((إِنْ أَنْتَ إِلاَّ نَذيرٌ [283])) یا ((لِأُنْذِرَكُمْ[284])) او یا ((إِنَّما أَنَا نَذِيرٌ مُبِينٌ[285]))؛ خو د (( ان انت الا بشیرا)) غونډله په قرآن کې نه ده راغلې.

د ګواښګرندۍ دنده او پازوالي دومره درنه ده، چې قرآن کریم، علم پلټونکیو ته وايي، چې تر تفقه روسته، خپل ټبر او سیمې ته ورستانه شئ او ګواښګرندي ورته وکړئ: ((ولینذروا قومهم اذا رجعوا الیهم[286]))؛ نو هغوی چې پر علم زده کړه بوخت دي، دوه هجرتونه ورته پکار دي: یو د علمي مرکزونو پر لور هجرت او بل د مرکزي علمونو له لوري، خپلو سیمو او ټبرونو ته، چې ګواښګرندي ورته وکړي؛ د الله د قهر په اړه ګواښنه، د دښمن د دسیسو په اړه ګواښنه، د خپلو ناغېړیو او لنډونونو په اړه ګواښنه، دښمن پېژندنه او خطر پېژندنه.

دا رسالت، په تېره زموږ په پېر کې ډېر ارزښت لري؛ ځکه کفري ټلواله یو د بل ملاتړي شوي او له رسنیو، خواله رسنیو، بودجو، هنرونو، مغزونو، سفرونو، شور زوږونو، ډنډورو، ژمنو، ګواښنو او تطمیعونو چې وغواړي، هر ځای نیسي او شرک، کفر، درز او اخلاقي رذائلو ته لمن وهي او لنډه داچې بشر له ځان، الله او ټولنې غفلت ته هڅوي.

۲۹.د ښوونو د اغېز د څومره والي سنجونه (ځان ازمېینه)

یو پکار چار، د علم د اغېز د څومره والي او د زده کړو د پایلو سنجونه ده. څومره به ښه وي، چې ښوونکي او روزنکي، کله کله ځانونه د قرآن کریم او احادیثو په کچه و ازمېيي.

قرآن کریم او احادیث راته د سنجونې غوره کچې دي، ترڅو وپوهېږو چې د زده کړو او تدریس پایله مو څه ده؟ آیا د علم پایله مو د الله تعالی بندګي، استقامت، اروايي وده، ټولنې او وګړي ته چوپړ، حقپالي او پازوالي چورلیز، عدالت غوښتنه، دیني غیرت، ظالم ځپنه او له مظلومه ملاتړ دی که نه؟ لنډه داچې: آیا د تعلیم او تعلم موخه ((دیني روزنه)) ده که یوازې یو لړ سندونه او محفوظات دي؟

بریالی  ښووند هم ځان د سنجونې او کره کتنې په تله کې ږدي او هم خپلو زدکړیالانو ته د سنجونې کچې ورزده کوي؛ لکه څنګه چې موږ خپله ورځنۍ، اوونیزه، میاشتنۍ او کلنۍ علمي وده سنجوو، باید خپله مانیزه او اخلاقي وده هم وسنجوو، چې څنګه وه:

ديني: لمونځ، روژه او نورې دیني کړنې مو څنګه وې؟

ژبه: څه مو ویلي؟ څه مو نه دي ویلي؟ څنګه مو ویلي؟

جغرافیا: چېرته تللي یو؟ د اولادونو ښوونځيو ته ؟ د خپلوانو کورونه؟ پلارمړي او…؟

حساب:کم کاري، خمس، زکات، صدقې او …. مو درلودل که نه؟

هنر:د نوي کهول روزنې ته مو له څه هنره کار اخستی دی؟

اخلاق: له کورنۍ، همکار، ګاونډي، خلکو، مذهبي لږګیو او…. سره مو څنګه چلن کړی دی؟

انځورګري: په ژوند کې څه انځور کړي دي؟ که د ژوند د حرکتونو انځور مو راوښيي؛ نو انځور به یې څنګه وي؟

تاریخ: پر کومه نېټه مو، کومې چارې کړې دي؟ په ارزښتمنو وختونو کې مو څه کړي دي؟

ټولنیز او سیاسي: د چا پلوي مو کړې ده؟ په کوم دلیل؟ ژمنې، شعارونه، مقام او مډالونه؟

اقتصاد/وټه: کم پلوري، ګرانپلوري، د عمر د پانګې له لاسه ورکول او…. مو درلودل که نه؟

او……

هو ګرانه!  ښووند او روزنکی هم ځان د سنجونې په تله کې ږدي او هم دا چار خپلو مخاطبانو ته ورزده کوي. موږ ټول په خپل ژوند کې مانیز چک لسټ ته اړتیا لرو، چې پرلپسې پرې خپله مانیزه وده وسنجوو.

۳۰.  ښووند دې له ټولو فرصتونو او ظرفیتونو ګټنه وکړي

لکه څنګه چې عبادت په ځانګړي ځای او وخت پورې ځانګړی نه دی (که څه په سپېڅلیو ځایونو او ځانګړیو وختونو کې افضل دی)، زده کړه، تدریس او تبلیغ دې په علمي او ښوونیزو مرکزونو پورې ځانګړی نه وي، یا یوازې د ښوونځي او پوهنتون په پېر پورې دې ځانګړی نه وي؛ ځکه چې ښوونه او روزنه کله هم تمېدونکی چار نه دی.

یو وړ چار چې درانه ښوونکي او روزونکي یې کولای شي، د ښوونیزو ظرفیتونو لوړاوی او له ټولو ظرفیتونو ګټنه ده، چې د ځینو رخصتیو په پامنیوي، په هر ځای او وخت کې چې د علمي او دیني ویېنو شونتیا وي، ګټنه ترې وکړي او څومره چې کولای شي، د لار پر سر خڼدونه دې لرې کړي او د ودې او پرمختګ په اړه دې فکر وکړي.

زموږ د مشرانو ژوند ددې حقیقت تاییدونکی دی، چې ښوونه او رزونه، په هر ځای او وخت کې چې کوشنی ظرفیت هم وي، یو پکار چار دی.

۳۱. د ښوونکي دې سټنډرډونو او منطقي ښوونو ته پام وي

داسې ټولګیوالي دې وشي او مطلب ولېږدوو، چې نور ښوونکي وکولای شي، زموږ کړلار بشپړه او پر پله مو پل کېږدي؛ نه داچې ټولګیوالي مو دومره ساده، رغۍ او بې استدلال و منطق وي، چې بل  ښووند اړ شي، چې له منځه یې یوسي یا یې له سره پیل کړي.

که خبره منطقي/سولیزه وي؛ نو نه ویونکی پښېمانېږي، نه اورېدونکی او نه ورپسې ښوونکي؛ لکه که یوه ودانۍ د انجینر د نقشې او سټنډرډ له مخې جوړه شي؛ نو راتلونکي انجینیران پرې دپاسه نور پوړونه هم ودانولای شي. که ښوونه او روزنه سټنډرډ او منطقي نه وي؛ نو راتلونکي ښوونکي به هغه ښوونې او اطلاعات ړنګوي او له سره به پیل کوي.

هغه چار چې ښوونه ډاډمنه او موخه لرونکې کوي، له هغو ډاډمنو ښوونیزو متونو ګټنه ده، چې ډاډمنو علمي مرکزونو کې، د ښوونیز نظام پر بنسټ اوډون کړي وي. په دې اړه د نصاب جوړونکي چارواکي بنسټیزه ونډه لري. هغوی کولای شي د ښوونې څو کلن پېر په منظم او منسجم ډول اوډون کړي او په پلکاني/پاټکیزه ښوونه زده کړیلانو ته سوکه سوکه په کار ښوونې وکړي. د ديني ښوونو په مضمونونو کې د ښوونکي پازوالي دوه ګرایه کېږي؛ ځکه هرومرو باید له معتبرو متونو او ډاډمنو لیکوالانو له سرچینو ګټنه وکړي، تر څو راتلونکي ښوونکي هم وکولای شي، ښوونې یې بشپړې کړي.

۳۲. ښووند دې قالب ساز وي؛ نه قالب منونکی

که څه نظرپوښتنه او سلامشوره یو منل شوی چار دی؛ خو هره سلامشوره او نظر منلوړ نه دی. کله د ځینودلایلو له مخې نه شو کولای، له ډلې یا چاپېریاله لاروي وکړو؛ بلکې په کار دي، چې په مړانه ګام پورته کړو؛ نو تجربه لرونکی ښووند هغه دی، چې قالب ساز وي؛ نو قالب منونکی.

ډېر دي داسې وګړي، چې د (( خواهی نه شوي رسوا، همرنګ جماعت)) په شعار یې د عمومو پرخلاف کومه خبره یا ګام نه دی پورته کړی او په یوه ځای کې هم خط شکن یا قالب سازي نه دي؛ بلکې تل قالب منوونکي دي او په اصطلاح، د ورځې په نرخ خوړل کوي او هر خوا چې باد وي، دوی هم هماغه لوري ته وي.

د دوی پر وړاندې داسې وګړي دي، چې قالب ساز او خط شکن دي، چې یو وټيز، سیاسي، ټولنیز او کورنی نظام یې هم د حق خبرې پر لار خنډېدای نشي او د قرآن کریم د وینا له مخې: ((لايخافون فى اللّه لومة لائم [287]))، چې الهي انبیاء او اولیاء له دې ډلې ځنې دي؛ د بوتنمانځنې په مرکز کې یې د بوتنمانځنې پرخلاف پاڅون وکړ، د فرعون پر وړاندې درېدل او پر ټولنه او چاپېریال واکمن قالب یې دړي وړي کاوه، د امویانو رژیم ته نه تسلیمېدل، هر چا ته سر نه ټيټاوه، تر آسونو لاندې لتاړېدل؛ خو ذلت یې نه مانه.

 ښووند دې د موضوع او مخاطب په ټاکنه کې قالب سازی وي، نه قالب منونکی.

۳۳. ښووند دې د نورو له ستونزو سره آشنا وي

که د انسان یوازې خپلو ستونزو ته پام وي؛ نو خپه، ګیلمن او مړاوی به وي؛ خو که د نورو ستونزې یې هم په پام کې وي؛ نو ظرفیب به یې لوړ، اروا به یې ستره او د ستونزو پر وړاندې به مقاوم شي.

قرآن کریم، رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته وايي: مقاومت او صبر ولره؛ لکه څنګه چې تېرو اولوالعزم پېغمبرانو درلود: ((فَاصْبِرْ کما صَبَرَ أُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُل[288]))

همداراز په قرآن کریم کې راغلي دي، چې ټول پېغمبران د ځینو وګړیو له لوري دروغجن شوي وو: ((وَ لَقَدْ كُذِّبَتْ‏ رُسُلٌ‏ مِنْ‏ قَبْلِكَ‏ فَصَبَرُوا عَلى‏ ما كُذِّبُوا وَ أُوذُوا حَتَّى أَتاهُمْ نَصْرُنا [289])) او ملنډې پرې وهل شوې دي: ((إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ [290])).

د نورو له مقاومت او صبر سره آشنايي، انسان ته تسل او د زړه ډاډ ورکوي؛ په تېره د ښوونې او روزنې په ډګر کې؛ ځکه زموږ علماوو هم د ښوونې او روزنې په ډګر او هم په څېړنو کې خورا زحمتونه ګاللي دي، چې په ژوندلیکونو کې یې ځینو ته اشاره هم شوې ده. ټولو  ښووندانو ته پکار ده، چې د ښوونې او روزنې د ډګر د اتلانو ژوندلیکونه ولولي او ځانونه ورسره آشنا کړي.

۳۴.  ښووند دې د مخاطبانو له فرهنګ او ژبې سره آشنا وي

د مخاطبانو له فرهنګ، ادبیاتو او متلونو سره آشنايي، د مطلب لېږد او اړیکې جوړونې ته یو غوره چار دی. د بېلګې په توګه، قرآن کریم، ((زقوم)) په دوزخ کې د ګناهکارانو خواړه بللي دي.[291] ((زقوم)) یو زهرجن بوټی دی، چې په بیدیاوو کې راټوکېږي او که پاڼه یې وشلول شي؛ نو زوخا ترې راوځي او د بدن پر هر ځای چې ولګي، پړسوي یې. قرآن کریم ددې بوټي په اړه وايي: ((طَلْعُها كَأَنَّهُ رُؤُسُ‏ الشَّياطِينِ[292]= غوټۍ يې (په بد رنګۍ كې) لکه د شيطان سرونه!)) داچې د مسلمانانو په فرهنګ کې شیطان یو رټلی، کږلی، ناولی او خبیث موجود ګڼل کېږي. په دې آیت کې هم وايي: ((غوټۍ يې (په بد رنګۍ كې) لکه د شيطان سرونه)) او د زقوم د بوټي غوټۍ د ښکلې پر ځای بدرنګې دي. همداراز د خلکو په فرهنګ کې، پرښتې د ښېګڼو او کرامت څرګندوی دي، تردې چې د مصر ښځو د حضرت یوسف علیه السلام په ستاینه کې وویل: ((إِنْ هذا إِلَّا مَلَكٌ كَرِيمٌ [293]))

قرآن کريم په یوه بل ځای کې د قیامت نندارو په اړه وايي: ((وَ إِذَا الْعِشارُ عُطِّلَتْ‏[294]= او چې لس میاشتیزې (دوه ځانې اوښې) خوشې کړای شي (ډېره ارزښتمنه شتمني هېره شي)، )). «عشار» د «عشراء» جمع او لس میاشتېنۍ بلاربې اوښې ته وايي، چې عربانو ته خورا ارزښتمن مال و؛ خو د قیامت راپېښېدو پر مهال به بې څښتنه پاتې شي او څوک به یې په فکر کې نه وي.

 

 

څلورم څپرکی

د ښوونکي نبایدونه

هغه مهم ټکي چې د ښوونکي د چار په اغېزمنۍ کې ونډه لري، ځینو ((ډډه کوونو)) او ((نبایدونو)) ته یې پاملرنه ده، چې په دې څپرکي کې پرې ویېنه لرو.

 

1.له ګوندۍ او ټبرپالۍ ډډه کول

پر هغه ورځ چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم مدینې ته ورغی؛ نو د بېلابېلو ټبرونو خلک یې مخې ته استقبال ته ورغلل. هر ټبر لېواله و، چې آنحضرت یې کلا ته ورشي، چې ویاړ یې هغوی ته وي. ډېری وګړی د آنحضرت د اوښ پړی نیوه او راکاږه یې، چې شور زوږ شو. آنحضرت چې نه غوښتل، په یوه ټبر او ګوند پورې تړلی شي، اړپېچ هواري ته یې وویل: «پړی پرېږدئ! چېرته چې اوښ پخپله سملاست، هماغه کور ته ورځم ». پر هغه ورځ، اوښ د حضرت ابوایوب انصاري (رض) د کور مخې ته ګونډې ووهلې، چې د مدینې له بېوزلیو ځنې و. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په دې کړلار، اړپېچ هوار کړ او خلکو ته یې اعلان کړل، چې زه ځانګړی رنګ، ټبر، عشیره او لېوالتیا نه لرم.

هو ګرانه! هغه چې غواړي، د بل پر آند اغېزمن ووسي؛ نو داسې کړنې دې نه کوي، چې خلک ورته د ځانګړي لیکې، ټبر او ګوند د تړاو نسبت ورکړي. البته په سیاسي چارو کې پوهه او د اسلامي انقلاب له اساساتو دفاع ښه ده؛ خو ګوندي لېوالتیا، که وغواړې که و نه غواړې، د څېړونکي پر ذهن اغېز شیندي؛ نو د خپلې وینا د اغېز لپاره، تل د اسلام د آرونو مدافع ووسئ.

2. له ناوړګومانۍ ډډه کول

«ناوړه ګوماني» ډولونه لري، چې ځینې یې رټل شوي او ځینې یې ستایل شوي دي[295]

او «پر خلکو ناوړ ګوماني» یې رټل شوی ډول دی. د مسلمان په کړنو کې لومړنۍ آر، صحت دی؛ خو داچې په دلیل یې جرم جوت شي. په اسلامي ټولنه کې د ښه ګومان روحیه واکمنه وي. قرآن کریم د ښه ګومان سپارښتنه کوي او له ناوړ ګومانۍ یې منع کړي یو.

د افک کیسه چې په نور سورت 11 آیت کې راغلې ده[296]، الله تعالی، مسلمانان، د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم پر مېرمن د ناوړګومانۍ او د ډنډورو پر وړاندې یې د آسیب پذیرۍ په پار رټلي دي او حسن ظن یې د ایمان یوه برخه ګڼلې ده.[297]

 کله زدکړیال په داسې شرایطو کې واقع شي، چې د ستونزو په پار ښه سبق یا داچې په ځنډ ښوونځي ته راځي یا د کوم عذر په پار له ټولګي وځي او ….؛ خو دلته څه چې له یوه وړ ښوونکي سره ښيي، د مثبت لید درلودل، د عذر اورېدل یې او له ناوړګومانۍ ډډه کول دي. امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه د خپل خدايي رور په اړه وايي: « وَ كَانَ لا يَلُومُ أَحَداً عَلَي مَا يَجِدُ الْعُذْرَ فِي مِثْلِهِ حَتَّي يَسْمَعَ‏ اعْتِذَارَه‏؛[298] هیچ‌گاه کسی را در موردی که در مثل آن مورد، عذری پیدا می‌شد، سرزنش نمی‌کرد تا اعتذار او را بشنود».

نو پردې بنسټ، تر کومه بریده چې شونې وي؛ ښه چلند دې وکړو او په مثبت لیدلوري دې چارې وشنو؛ خو داچې پرخلاف یې ډاډمن شو.

3. د نورو د احساساتو له راپارولو ډډه کول

قرآن کریم وايي: ((وَ لا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ‏ فَيَسُبُّوا اللَّهَ‏ عَدْواً بِغَيْرِ عِلْمٍ[299]= او “غیرالله” نمانځي مه کنځئ، هسې نه د دښمنۍ او ناپوهۍ له لامله “الله” وکنځي، دغسې موږ هر امت ته یې كړه ورښايسته كړي، بيا یې د خپل پالونكي لوري ته ورستنېدل دي او الله به یې د خپلو کړنو له (حقيقته) خبر (او بدله او سزا به) وركړي.))

البته د ښېراوو، لعنت کولو او برائت حساب له «کنځل» سره توپير لري؛ ځکه د«دریځ» حساب له «کنځلو» جلا دی.

کله یو  ښووند په ځانخبري یا ناځانخبري بڼه، په خپله وینا یا کړنه یا له نورو نه په نقل کې، یو څه وايي یا یو کار کوي، چې کوم وګړی یا ټبر سپک شي او احساسات یې راوپارېږي او له ځانه د دفاع یا ځېل په پار، د ارامش او مینې چاپېریال ګډوډوي.

د خپل ښوونکي په نسبت دې د زدکړیالانو احساس دا وي، چې زموږ ښووند یو زړه سواند، انصاف لرونکی، بې غرضه او بې پری انسان دی؛ ځکه که ښووند داسې نه وي، که څه تدریس ته به یې کېني؛ خو ورسره به هېڅ مینه او لېوالتیا و نه لري.

موروپلار دې هم په خپلو ویناوو او کړنو، د خپلو اولادونو احساسات نه راپاروي؛ بلکې له اولادونو سره دې داسې چلن وکړي، چې اولادونه یې بې پلوه وګڼي.[300]

د مخاطبینو د احساساتو د نه ټکني کولو او نه راپارولو په پار دي، چې  ښووند ان باید په ورکتو کې هم ټولو ته یوهومره او یوشان وګوري.[301]

4.له حساسیت راپارولو ډډه کول

یو ښه ښوونکي ته اړین چار دادی، چې په وینا، کړنو، نمرو ورکولو، قضاوت کولو، اړیکو، له مخاطبانو سره په وینا یا د ځینو ځانګړیو خبرو په کولو سره، داسې وچلېږي، چې حساسیت رامنځ ته نه کړي. د غونډې وخت، د غونډې ځای، د غونډې مخاطبان، کومې ځانګړې غونډې ته تګ یا نه تګ او… ګرد سره په «حساسیت» رامنځ ته کولو کې ونډه لري.

خو کله ځینې ښوونکي او روزنکي داسې چلن کوي، چې حساسیت رامنځ ته کوي؛ د بېلګې په توګه، په ځینو ځانګړیو ځایونو که په تدریس یا ویناوالۍ حساسیت رامنځ ته کوي، چې ځینې ووايي، چې دی پلاني ښوونځي، پوهنتون یا سیمې ته ځي؛ د بېوزلیو او روسته پاتیو وګړیو او سیمې بلنه نه مني.

5. له فرعي چارو ډډه کول

پر فرعي چارو بوختېدل، انسان د حق، واقعي اړتیاوو، د خلکو اړتیاوو او د دښمن د دسیسو له پېژندنې ژغوري. د ښکېلاک یوه مهمه نقشه چلوټه داده، چې انسانان له خپلې آریزې موخې غافل کړي؛ هغوی ځوانان په دې بوختوي، چې د فوټبال غونډوسکه چېرته ولاړه، ترڅو پوه نشي، چې زموږ زېرمې او کانونه چېرته ولاړل!

الله تعالی په قرآن کریم کې انسانان، فرعي چارو ته له توجه- چې آریزو چارو ته له پاملرنې یې ژغوري- منع کړي دي.

د قبلې په بدلون کې، همداچې د قبلې لوری بدل شو؛ نو د ډنډورو او شننو بازار ګرم شو، تردې چې آیت راغی، چې «برّ او نېکي» یوازې په قبله کې نه ده؛ بلکې واقعي نېکي ایمان، لمونځ، زکات، پر ژمنه درېدل او دې ته ورته چارې دي.[302]یعنې تاسې د قبلې بدلون په پار، له آریزو موخو مه غافلېږئ.

قرآن کریم د کهف اصحابو پر شمېر بوختېدل، یو فرعي چار ګڼي، چې انسان د پېښې له آریزې موخې لرې ساتي.[303] نورې بېلګې هم په قرآن کریم کې راغلي دي.[304]

 

 

 

 

د امامانو په سیرت کې هم دا حساسیت او ځیرنه ترسترګو کېږي؛ د بېلګې په توګه امام زین العابدین، په صحیفه سجادیه کې سرحدي ځواکونو ته یوه دعا لري، حال داچې د آنحضرت د پېر سرحدي ځواکونه د امویانو د حکومت پلویان وو؛ هغه رژیم چې په کربلا کې یې حضرت امام حسین په هومره ناورین، د امام سجاد د سترګو مخې ته شهید کړ؛ خو داچې امام پوهېده، چې د امام حسین او ځوځات شهادت یې یوازې یوازې دین ساتنې ته و؛ نو هغو سرحدي ځواکونو ته دعا کوي، چې د اسلامي هېواد د پولو ساتونکي دي او دا پېغام راکوي، چې د عاشورا ورځ تر پېښې روسته دې د اسلام له آر او اسلامي بریدونو غافل نه شو؛ نو سره له دې چې، د پلار پر شهادت ویرجن و؛ خو د امویانو لښکر ته دعاوې کوي؛ ځکه په هر حال کې، د اسلام د پولو ساتنه ده او د کربلا پېښه، له هومره ارزښت سره چې یې لري، آنحضرت د اسلامي هېوداد پولو د ساتلو، له ارزښته نه غافلوي.

کله پوه دښمن او ناپوه دوست، په فرهنګي مرکزونو کې داسې مسایل اوڅاروي، چې په حقیقت کې پر فرعي چارو بوختېدل دي؛ د بېلګې په توګه، دقاریانو پر غږ او تجوید بوخت وي، چې په حقیقت کې پر فرعي چارو بوختېدل دي؛ خو د قرآن له منځپانګې ځان نه خبروي، د جومات منارونه لوړ دنګ جوړوو؛ خو د حضرت بلال په څېر د وګړیو له روزنې غافل یو، بې ګټې علوم خپلو اولادونو ته ورزده کوو او ناکارپوه تحصیل کړي ټولنې ته ورټېل وهو، په عربي کتابونو کې د قرآن کریم او اسلامي معارفو د بنسټیزو ټکیو د ورزده کړې پرځای، ځانونه مو پر عادي او فرعي چارو بوخت کړي دي،[305] یا په ښوونیز او فرهنګي مرکزونو کې، د دښمن د نفوذ یا د خپلو د ناپوهو اقدام په پار، وګړي، خبرو اترو، استیضاح، شخړې او ټکر ته راکاږو؛ خو په اسلام کې، ان که د ضرار جومات په څېر یو جومات، په مسلمانانو کې د درزد لامل شي، باید ړنګ شي.[306]

قرآن کریم، د آسماني او ځمکني عذاب ترڅنګ ، «تفرقه/درز» د درېیم عذاب په نامه اوڅار کړی دی.[307]

6. له جنجالي ویېنو ډډه کول

د اړپېچیزو او جنجالي ویېنو اوڅارول، د شیطانانو او سیاستوالو یو لومه ده، چې کله د ټولنې د وګړیو او مذهبي ډلو ترمنځ ورته لمن وهي؛ اوبه خړوي او کبان ترې رانیسي.

هوښیار ښووند جنجالي ویېنې نه خوښوي؛ بلکې چې ورمخ شو؛ نو په بشپړه ځیرکۍ ترې ځان راباسي.

فرعون، حضرت موسی علیه السلام وپوښت: ((قالَ فَما بالُ‏ الْقُرُونِ‏ الْأُولى‏=(فرعون) وويل :(( نو د پخوانيو خلكو به څه حال و (چې پردې حقايقو يې ايمان نه درلود)؟))))[308]؛ هغه غوښتل، چې حضرت موسی علیه السلام د هغوی د شوم برخلیک په اړه خبرې وکړي، چې فرعون ترې د فتنې تومنه جوړه کړي او جنجال رامنځ ته شي. حضرت موسی علیه السلام ځواب ورکړ: ((قالَ عِلْمُها عِنْدَ رَبِّي فِي كِتابٍ لا يَضِلُّ رَبِّي وَ لا يَنْسى[309]‏= هماغه الله ، چې ځمكه يې درته هوساينځاى كړ او پكې يې لارې درغځولي او له اسمانه يې اوبه واورولې، چې په دې یې (له خاورو) د راز راز بوټيو جوړې جوړې راوټوكولې .)) حال داچې کولای یې شول، چې د تېرو قومونو او مړیو د احوالو په اړه خبر ورکړي؛ خو پوهېده، چې خلک پر خپلو پلار نيکونو حساس دي او غیرت پرې کوي؛ نو ټولیز ځواب یې ورکړ او پرې پوهه یې، الله ته ځانګړې کړه، چې هم یې پر «قَوْلًا لَيِّناً» عمل کړی وي او هم یې هغوی ته د نیوکې او پلمې وزله په لاس نه وي ورکړي او پردې ځواب یې د یوې جنجالي مسالې له اوڅارولو مخنیوی وکړ.

په تاریخ کې راغلي دي، چې په توده جګړه کې یو سړي، حضرت علي کرم الله وجهه وپوښت: «د لومړي خلیفه په اړه مو نظر څه دی ؟» آنحضرت وراټه،چې اوس ددې پوښتنو ځای نه دی.

7. له تبعیض ډډه کول

د تبعیض احساس، پر ښووند د زدکړیال ډاډ او ورته لېوالیتا یې کموي او خبره یې له اغېز باسي.په حدیث کې راغلي دي، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ان په مساوي توګه خپلو اصحابو ته کتل[310] او له شتمن او نشتمن سره یې یو ډول روغبړ کاوه.[311]

همداراز په یوه روایت کې راغلي دي، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم اوبه وڅښلې او یو ژڼي ورته وویل: (( پاتې شونې اوبه مو د تبرک لپاره، ماته راکړئ! )) تردې ځوان روسته یو مشر سړی ورغی او غوښتنه یې وکړه، چې آنحضرت (ص) اوبه هغه ته ورکړي. آنحضرت وویل: «ژرنده که د پلار ده خو په وار ده.» ژڼی یې وپوښټ: «آیا خپل حق دې وربښې ؟» ژڼي وویل: ((نه!))؛ نوځکه آنحضرت اوبه هغه ژڼي ته ورکړې.

8. له بدیهي او څرګندو چارو له ویلو ډډه

د ښووند دنده،د مجهولاتو ورزده کړه او د مبهمو مصادیقو تبیین او د نویو ټکیو ویل دي. کله په ښوونه کې په ټولیزوینه بسیا کوو؛ خو پرځای یې باید وګړي او مصادیق ووايو.د بېلګې په توګه، ظلم بد دی، عدالت ښه دی، تقوا مهم او اړین چار دی او….دا ګرده سره او ورته چارې یې ټولیزوینه ده، چې مخاطب هم پرې پوهېږي؛ خو د ظلم، عدالت، تقوا او…. مصادیق باید د ټولو چارو او مصادیقو په پامنیوي وویل شي؛ ځکه څه چې ټولګی او پکې اوڅار ویېنې په زړه پورې کوي، د جزيي مصادیقو دقیق تبیین او له مبهمو او مجهولو ټکیو پرده اوچتونه ده.

همداراز کله ځینې داسې مطالب وایو، چې څرګند وي، د بېلګې په توګه، که څوک خپل زدکړیال ته ووايي، چې د تقلید مرجع باید حرامي نه وي او عاقل وي؛ نو دا خو یوه څرګنده خبره ده؛ ځکه څوک هم نه مني، چې اندیز مشر یې، حرامي او لېونی وي او هغه څرګنده خبره ده، چې هر وجدان یې ومني او ویلو ته یې اړتیا نشته او د داسې خبرو کول یوازې د وخت او کاغذ ضایع کول دي.

9. له زور، ګروهې ورتپنې او استبداد ډډه کول

ښوونه، روزنه او تبلیغ، له زور او ورتپنې سره اړخ نه لګوي او دا کړنلار کوم ځای ته نه ورسي. د اند او دود بدلون باید په ازادۍ، ټاکنه، پوهه او مینې سره وي؛ نه په زور، ورتپنه او استبداد. الله تعالی په ډېری آیتونو کې خپل استازي ته وايي:

– ته زورواکی نه یې:((لَسْتَ‏ عَلَيْهِمْ‏ بِمُصَيْطِرٍ [312]= ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې)؛))

– او نه جبار یې[313] : ((وَ ما أَنْتَ‏ عَلَيْهِمْ‏ بِجَبَّارٍ [314]= او دا ستا پازوالي نه ده،چې په زوره (ايمان) پرې))

– او نه وکیل یې : ((قُلْ‏ لَسْتُ‏ عَلَيْكُمْ‏ بِوَكِيلٍ [315]= زه ستاسې (د ايمان راوړو) پازوال نه يم))

– او نه اجبار کوونکی او اکراه کوونکی: ((وَ لَوْ شاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَنْ فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعاً أَ فَأَنْتَ‏ تُكْرِهُ‏ النَّاسَ‏ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ [316]= او كه پالونكي دې غوښتي واى (چې پر ځمكه دې ټول يومخې مؤمنان او اطاعت كوونكي وسي؛ نو) د ځمكې ټولو اوسېدونكيو به (پر جبر) ايمان راوړى واى؛ نو ايا خلك اړ باسې، چې ايمان راوړي؟! (؛ نو اجباري ايمان څه ګټه لري ؟!) ))

-((وَ قُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ‏ شاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَ مَنْ شاءَ فَلْيَكْفُرْ [317]= او ووايه : ((حق ستاسې د پالونكي له لوري دى! كه د چا خوښه وي؛ نو ايمان دې راوړي (او دا حقيقت دې ومني) كه نه نو كافر دې شي.)) په حقيقت کې موږ [مشرکو] ظالمانو ته داسې اور چمتو كړى، چې دیوالونه یې له دوی راتاو دي او كه اوبه وغواړي (؛نو) داسې اوبه ورته راوړي؛ لكه د د تېلو خټ، چې مخونه وريتوي. اوه ! ډېر ناكاره څښاك او ډېر ناكاره هستوګنځى دى !))

ورته او ګڼ نور تعبیرونه[318] هم ددې حقیقت څرګندونکي دي، چې اکراه، اجبار او زور، په ښوونې روزنې، ایمان او زړګنیو چارو کې کوم ځګی نه لري.

همداراز په رأیه کې استبداد، خلکو او زدکړیالانو ته بې‌توجهي، ناوړه اغېزې لري او اړتیا ده، چې که په ځینو چارو کې د سلامشورې اخستو شونتیا وي؛ نو د نورو له سلامشورو دې هم ګټنه وشي.

10.له علم پټولو دې ډډه وکړي

قرآن کریم، د پټولو/ نه څرګندولو د ګناه په اړه یوه داسې جمله لري، چې د یوې ګناه په اړه یې هم نه لري او هغه داچې: ((يَلْعَنُهُمُ‏ اللَّهُ‏ وَ يَلْعَنُهُمُ‏ اللَّاعِنُونَ= الله پرې لعنت وايي او ټول لعنت کوونکي پرې لعنت وايي))

د یهود او نصاراو علماوو، چې د اسلام پېغمبر د خپل زوی په څېر پېژانده، که دا خبره یې نه پټوله او څرګند کړي یې وای، چې د اسلام پېغمبر هماغه کس دی، چې نښې او زېری یې په تورات او انجیل کې راغلي دي او یهودان او مسیحیان، د خپلو علماوو په لېینه او گواهۍ مسلمان شوي واي؛ نو نن به د بشر دا حال نه و.

د علم پټول، د کنز او شتمنۍ د پټولو په څېر ستره تاریخي ګناه ده. د علم پټولو رټنه دومره ده، چې سزا یې دوزخ دی. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي: « که له چا یوه پوهه وغوښتل شي، چې پرې پوهېږي؛ خو پټه یې کړي؛ نو په قیامت کې به یې پر خوله د اور کیسری تړل کېږي.»[319]

11.له نا اړینو او نه په کار راتلونکیو علومو ډډه کول

په اسلام کې هغه پوهه ارزښتمنه ده، چې وده پکې وي؛ علمي، عاطفي، روزنیزه، ټولنیزه، وټیزه، صنعتي، سیاسي، عقلي او…. وده. اسلام هره پوهه ارزښتمنه نه ګڼي او وايي:

– ځینې علوم تاوان لري: ((وَ يَتَعَلَّمُونَ‏ ما يَضُرُّهُمْ‏ وَ لا يَنْفَعُهُم)).[320]

-ځینې علوم بې ګټې دي؛ لکه څنګه چې امام کاظم ویلي دي: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ… مِنْ‏ عِلْمٍ‏ لَا يَنْفَعُ»‏؛[321] یا الله! له بې ګټې پوهې، پڼاه دروړم.»

-ځینې پوهې ګټورې او وده ورکوونکي دي؛ لکه څنګه چې حضرت موسی علیه السلام له حضرت خضر وغوښتل، چې هغه پوهې ورزده کړي، چې وده پکې وي: ((هَلْ‏ أَتَّبِعُكَ‏ عَلى‏ أَنْ‏ تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْداً[322]= ايا درسره پاتېداى شم، چې درښوول شوى “ليد” ماته هم راوښيې؟))

اسلام هره څېړنه ارزښتمنه نه ګڼي، قرآن کریم پر بې ګټو څېړونو نیوکه کړې، د بېلګې په توګه، د کهف اصحابو د شمېر په اړه پر پلټنو یې نیوکه کړې ده.[323]

هغه پوهې چې تاوان لري، د بره تګ پرځای، د لاند تګ لاملېږي. د ښوونې او روزنې چارواکي دې داسې بهیر وټاکي، چې د بشر ژغورنې لامل شي؛ ګنې نو د بېوزلیو پر سیمه بمبارۍ ته الوتکه جوړول خو وده نه ده، پرېوتل دي.

که زموږ د ښوونې او روزنې چارواکي، له درسي کتابونو بې ګټې اطلاعات لرې او پرځای یې کاربردي او ګټور اطلاعات ځایناستي کړي او له دې لارې مو نوي کهول تو یو مهارت ورزده کړي؛ نو ځوانان به مو په راتلونکي کې د کار موندنې ستونزې و نه لري.

پر غیرلازمو محفوظاتو او غیرکاربردي مدرک قانع کېدل، هم دولت د کارآمدو ځواکونو په ګومارنه کې په ستونزه کې کوي او هم تحصیل کوونکي، نهیليوي او کله یې ان چټي چارو ته هم اړ باسي.

12. د دښمن له پېچلیو کړلارو او طرحو له پلي کولو ډډه کول

کله دښمن د فرهنګي او ښوونې او روزنې چارو په چوکاټ کې د داسې یو چار وړاندیز کوي او ورته مو هڅوي، چې شاته یې خپلې خطرناکې موخې پټې کړې وي.

که د ښوونې او روزنې او فرهنګي چارو چارواکي خام، ویده یا خاین وي؛ نو د یوه ولس اند به غلا کړای شي. قرآن کریم خبرداری ورکړی دی، چې ټولې کړلارې دې داسې طراحي او پلي شي، چې پر مؤمنانو د کفارو له ولکې مخنیوی وکړي: ((وَ لَنْ‏ يَجْعَلَ‏ اللَّهُ‏ لِلْكافِرِينَ‏ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا [324]= الله هېڅكله کافران پر مؤمنانو نه لاسبروي))

كفار د انبیاوو او مشرانو جذب ته هم کړلارې لري او دیني مشران دې د دښمن د هغو دسیسو پر وړاندې هوښیار وي، چې د مکتبي چارو د ناغېړۍ او پکې د بدلون لاملېږي. ټول دې پردې خبره سره خلاص کړي، تر هغه چې مسلمانانو له خپل ښوونځي او دینه لاس نه وي اخستی، کفار او دښمنان به یې واقعي دوستان نشي. دښمن پر لږه قانع نه دی؛ بلکې موخه یې له خپل ښوونځي، د مؤمنانو جلا کول دي. قرآن په اسراء سورت، 73 آیت کې وايي:    

((وَ إِنْ كادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِيَ عَلَيْنا غَيْرَهُ وَ إِذاً لَاتَّخَذُوكَ خَلِيلًا= او نژدې وه، چې دوى دې (پخپلو وسوسو) له موږ درلېږلې وحې واړوي، چې بل څه راپورې وتړې؛ نو هله يې په دوستۍ نيولې.))

قرآن کریم کورنیو او بهرنو ظالمانو ته له ډول ورماتېدنې منع کړي يو او پر ظالمانو اډانه یې کبیره ګناه ګنلې ده او پرې ککړو شویو ګناهکارانو ته یې د اور ژمنه ورکړې ده.[325] پر پردیو اډانه، کله د کمزورۍ او کله د نورو د جذبولو په پار وي؛ خو قرآن دا تړاو، په هر نیت چې وي، منع کړی دی، ان خورا کوشنی تړاو او اډانه هم!

الله تعالی په څلورو ځایونو کې خپل استازي ته الټیماټم ورکړی دی، چې یو خبردرای یې پر پردیو د اډانې په اړه دی[326]؛ لکه څنګه چې په اسراء سورت 74 او 75 آیتونو کې وايي: ((او كه ته مو (پرحق) ټينګ كړى نه واى (او د عصمت د مقام په رڼا كې له بېلارۍ خوندي شوى نه وې؛ نو) نژدې وه، چې لږ څه به ورمات شوى وې. كه داسې شوې وای (؛نو) هم په ژوند کې او هم په مرګ کې مو[د مشرکانو د سزاګانو] دوه ګرایه عذاب درڅکه او زموږ پر وړاندې دې کوم مرستندوی نه مونده!)) ددې ټکي ارزښت په دې کې دی، چې فرهنګي او د ښوونې او روزنې چارواکي دې د دښمن په رسۍ څاه ته نه ورکوزېږي او د هغوی د وړاندیزونو او طرحو پر وړاندې دې داسې عمل وکړي، چې په دښمن پورې د تړاو او پرې د تړاو لامل نشي.[327]

نن ځینې پر علمي او سترو لقبونو، نورو ته خپلې بې بنسټه خبرې ورالقاء کوي. په ډېری مشاورو کې چې ورکول کېږي، د ارواپوهنې د ښکلیو اصلاحاتو په چوکاټ کې کږلارې دي. د یوه ښوونکي دنده داده، چې حق ووايي او ددې شیطاني پسولل شويو چارو پر وړاندې خنډ شي او په دیني مطالعې او توحیدي اندنې په پیاوړې کولو سره دې له دې شیطاني القائاتو سره مقابله وکړي او د لویدیځ او ختیځ عنوانو پر وړاندې دې ځان و نه بایلي.

په شپږم څپرکي کې د منځپانګې په ویېنه کې «دښمن پېژندنه» او «دسیسه پېژندنه» باندې هم ویېنه لرو.

13.له ځلبل او د کبرجنو له تطمیع ډډه کول

قناعت، استغنا او ځلبل ته نه په تمه کېدل، د محبوبیت او حریّت لاملونه دي. هغه چې غواړي په ښوونه او روزنه کې اغېزمن ووسي، نو پخپله له نورو نه اغېزمنېږي او ځان دې ورپورې نه تړي.

په نورو پورې تړاو یو ډول اسارت/بندیواني ده؛ که څوک خپل جېب و نه ګنډي او د ډکولو په فکر کې یې ووسي، باید خپلې شونډې په ډېری ویناوو او خبرو کې وګنډي او ځینې خبرې ونکړي او اپوټه یې؛ که څوک وغواړي چې په خبرو کې ازاد او مېړنی ووسي، باید خپل جېب وګنډي. (یا خلاص جېب او ګنډلې شونډې یا پرانستې شونډې او تړلی جېب)

په ټولو چارو کې داسې وي؛ خو په مانیزو او علمي چارو کې ډېر؛ نن په نړۍ کې هغه پوهان چې پرانستی جېب لري، ځان پر طاغوتانو پلوري او خپل ټول تخصص یې د زبرځواکونو په واک کې کړی وي او چمتو نه دي، چې خپل تخصص له انحصاره راوباسي او نورو هېوادونو ته یې ورزده کړي. ان یوه ډله یې سره له دې چې پوهېږي، چې طاغوتان یې له تخصص ناوړګټنه کوي؛ نو داچې ځان یې ورپلورلی؛ نو په هره بیه چې وي،خپل تخصص، طاغوتانو ته ورکوي.

په اسلام کې د هغو علماوو ستاینه شوې ده، چې درباري نه وي او په شتمنۍ ډېری کولو پسې نه وي.

14. له اندیز او فرهنګي تړاو ډډه کول

په ښوونیز او فرهنګي ډګر کې یو ستر ګواښ، پر دښمنانو ډاډ، ورته اندیزه ورماتېدنه او کټ مټ یې علمي تولیدات منل دي. یوه اړتیا، چې درانه ښوونکي یې باید په پام کې ونیسي، داده چې موږ باید خپله فرهنګي خپلواکي وساتو او له هر چا مرسته و نه غواړو: ((وَ ما كُنْتُ‏ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّينَ‏ عَضُداً [328]= زه هغه نه يم، چې بېلارې كوونكي (خپل) مټ او ملاتړ کړم .)) او هره مرسته هم و نه منو: ((ما كانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَنْ يَعْمُرُوا مَساجِدَ اللَّهِ [329]= مشركان حق نه لري د الله جوماتونه اباد كړي)) شونې ده، ځینې وګړي د چوپړ، ملاتړ یا مرستې په چوکاټ کې وغواړي، په خورا بنسټیزو چارو کې – چې د نوي کهول فرهنګ دی- نفوذ وکړي.

بې له څېړنې او کارپوهنې، د نورو له علمي او فرهنګي تولیداتو ګټنه بډن/منع ده؛ځکه دښمنان معمولا، د متونو په منځ کې زهرجن مفاهیم ځای پر ځای او القاء کوي او ترڅنګ یې د حقایقو اپوټه ښوولو په تکل کې دي. ((لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ مِنْ قَبْلُ وَ قَلَّبُوا لَكَ‏ الْأُمُورَ [330] = په رښتيا تردې له مخه یې (هم) د فتنې د راولاړولو لټه كړې وه او چارې یې درته ګډې وډې کړې وې))؛ نو د پردیو پر وړاندې هوښیاري مو یوه دنده ده.

کله یوه دروغ او ناواقعي غونډله کولای شي د د ځینو وګړیو لیدلوری بدل کړي. او کله یوه کلمه کولای شي د عمومو لید بدل کړي.

کله ویښ دښمنان او ویده او خاین دوستان داسې عمل کوي، چې زموږ خپلواک فرهنګ په نورو پورې تړي او که داسې وشي؛ نو نوی  کهول مو ځان بایللی، بې هویته او د کتابونو منځپانګه به یې ناواقعي او اړول شوې شي.

فرهنګي چارواکي او ښوونکي دې تر پوله ساتو سرحدي ځواکونو، چې جغرافیايي پولې ساتي، فرهنګي او اندیزې پولې په کلکه وساتي. امام صادق وايي: «الله تعالی خپل یوه استازي ته وحې وکړه، چې مؤمنانو ته ووایه: زما د دښمنانو جامې دې نه اغوندي، زما د دښمنانو خواړه دې نه خوري، زما د دښمنانو په څېر دې ژوند نه کوي، چې که دا چار یې وکړ؛ نو هغوی به مې هم دښمنان شي.»[331] دا حدیث راته وايي، چې فرهنګي خپلواکۍ ته مو دې پام وي او کټ مټ او چورلټ بل کوم فرهنګ ته تسلیم نشئ.

موږ دې دا حقیقت ومنو او مخاطبان مو هم پرې پوه کړو، چې که مؤمن او اهل عمل ووسو؛ نو تر ټولو غوره یوو: ((أَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ [332] = که ایمان ولرئ؛ نو همدا تاسې لاسبري ياست)) زموږ کمزوري مو په پوهه او سرچینو کې نه ده؛ ځکه غني علمي سرچینې- چې هماغه وحیاني علوم دي- زموږ په واک کې دي؛ بلکې زموږ د عمومو کمزوري مو په کړنو کې ده، چې باید سمې شي او د کړنو د سمولو یو تر ټولو مهم ځای، ښوونیز مراکز، زړه سواندي او اهل عمل ښوونکي دي.

15. له کږلاریو او بدعتونه ډډه کول

په قرآن کریم کې «ویل» کلمه یو ځل وټیزې کږلارۍ ته کارېدلې: ((ویل للمطففین[333] )) یو ځل ټولنیزو اخلاقو ته کارېدلې ده: ((وَيْلٌ لِكُلِ‏ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ[334] ))؛ خو فرهنګي چارو ته، په یوه آیت کې درې ځل کارېدلې ده:

((فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هذا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَناً قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَ وَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُون [335] = نو پر هغوى دې افسوس وي، چې (له ځانه) په خپلو لاسونو ليكنه كوي، بيا وايي:(( دا د الله له لوري ده)) چې په لږه بيه یې وپلوري؛ نو تباهى ده پر هغوى چې څه يې ليكلي او تباهي ده پر هغوى، څه چې له دې لارې ترلاسه کوي!))

د قرآن یوازېنی آیت چې د «ويل» کلمه پکې درې ځل کارېدلې، همدا آیت دی، چې د دنیاپالو علماوو او پوهانو خطر یې اوڅار کړی دی. هغوی د دنیا په پار په بدعت او دین سازۍ ککړېږي، حال داچې تر ټولو ناوړه درآمد، د دین پلورنې درآمد دی او د «ويل» کلمې د تکرار په پار، تر ټولو سخت عذاب هغوی ته چمتو شوی، چې د خلکو له اندنې او ګروهې سره خیانت کوي. د تاریخ په ترڅ کې د هرې ګناه وبال یې د بدعت ایښوونکي پر غاړه دی.[336]

هغوی چې د ښوونې په ډګر کې کار کوي، باید دې ګواښونو او خطرونو ته یې پام وي او د دیني ډاډمنو متونو او علماو ته دې یې پام وي؛ ځکه خلک په فطري بڼه دین ته ورمات دي او ډېری چلبازان خپلې چلوټې د دین او مذهب په نامه خلکو ته وايي؛ نو زهرجنو او بدعت ایښوونکیو قلمونو، کتابونو او مقالو ته مو پام وسه او پر هر عالم ډاډ مه کوئ.

16. له غوړه مالۍ ډډه کول

متملق/غوړه مال هغه ته ویل کېږي، چې هغه څه پر ژبه راوړي، چې په زړه کې یې نه وي.[337] او امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه د «تملّق» دقیق تعریف داسې کړی دی: «تر وړتیا ډېره ستاینه، غوړه مالي ده او تر وړتیا لږه ستاینه، حسادت دی»[338] تملّق/ غوړه مالي یو ناوړه خوی دی، چې په هر ډله کې راټوکېدلی شي.

ددې موضوع د ارزښت او ناوړه پایلو په پار یې او داچې په ښوونیزو چاپېریالونو کې د غوړه مالۍ د خوی د راټوکېدو شونتیا شته؛ نو اړینه ده، چې رڼا پرې واچول شي.  ښووند او مبلغ دې په دې اړه څو ټکي په پام کې نیسي:

الف) په بلنه کې دې غوړه مالي نه کوي: د بلنې په کړلار کې غوړه مالي منع ده. په تبليغ او بلنه کې دې د خلکو له غوړه مالۍ ډډه وشي او د الهي احکامو کرامت دې وساتل شي.[339] انبیاوو په خورا مینه عبودیت ته وربلنه کوله؛ خو په بلنه کې یې غوړه مالي نه کوله؛ بلکې په پرېکنده توګه یې خلکو ته ویل: الله مو له عبادت، ایمان او کړنو مړه خوا دی:

((ها أَنْتُمْ هؤُلاءِ تُدْعَوْنَ لِتُنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنْكُمْ مَنْ يَبْخَلُ وَ مَنْ يَبْخَلْ فَإِنَّما يَبْخَلُ عَنْ نَفْسِهِ وَ اللَّهُ الْغَنِيُّ وَ أَنْتُمُ الْفُقَراءُ وَ إِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ ثُمَّ لا يَكُونُوا أَمْثالَكُمْ [340]= هو! تاسې هماغه ډله ياست، چې د الله په لار كې لګښت ته بلل كېږئ؛ نو ځینې مو کنجوسي كوي او څوك چې کنجوسي وكړي؛ نو په حقيقت کې له ځان سره یې بخیلي کړې ده او الله موړ دى او تاسې اړمن ياست او كه مخ واړوئ (؛ نو الله) به مو پر ځاى نور خلک راولي، چې بيا به دوی ستاسې په څېر نه وي (او په خلاص مټ به د الله په لار کې لګښت کوي).))

ب)د نورو غوړه مالي دې نه کوي:

داچې بې ځایه لېوالتیاوې او بې عمله ستاینې له منځه ولاړې شي؛ نو په اسلام کې هر ډول غوړه مالي منع/بډن شوې ده. په الهي نظام/غونډال کې ان درود، مبارکۍ کلمې هم د یوه بنسټ، حکمت، ایمان او عمل له مخې دي؛ نه د غوړه مالۍ له مخې ((سَلامٌ عَلَيْكُمْ بِما صَبَرْتُمْ [341]= ( او ورته به ووايي:) ستاسې د زغم له لامله دې پر تاسې سلامتيا وي)) او هغه ستاينه ارزښتمنه ده، چې رښتینې وي، نه د غوړه مالۍ له مخې ((وَ اجْعَلْ لِي لِسانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ [342]= او په راتلونكيو(امتونو) كې رښتونى نومياليتوب را پر برخه کړه؛))

هغه شیطان دی، چې د انسان ناوړه کړنې، ښې وبرېښوي او د نیوکې پر ځای غوړه مالي وکړي؛ ځکه د قرآن په یوه آیت کې راغلي دي :((زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطانُ أَعْمالَهُمْ [343]= او(درياد كړه) چې کله شيطان د دوى [= مشركانو] كړه وړه،ورته ښكلي وبرېښول)) هغه وګړي سرکوزي دي، چې د دروغو له مخې ستاینه کوي او غوړه مالان دي او له بوس ځنې غر جوړوي.[344]

په یوه حدیث کې راغلي دي: که د فاسقو وګړیو ستاینه وشي؛ نو د الله عرش لړزېږي.[345]

البته له رسول الله رانقل شوي: «غوړه مالي د مؤمن خوی نه دی؛ خو د علم په لاس ته راوړنه کې.»[346]

ج)له نورو دې د غوړه مالۍ تمه و نه لري او د غوړه مالانو پر وړاندې دې هوښیار ووسو:

قرآن کریم وايي: ((يُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِما لَمْ يَفْعَلُوا فَلا تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفازَةٍ مِنَ الْعَذابِ وَ لَهُمْ عَذابٌ أَليمٌ‏ [347] = هغوى له عذابه خوندي مه ګڼه،چې په خپلو (ناوړو) كړنو نازېږي او دا يې (هم) ښه ايسي (ښه) كارونه يې چې بیخي نه دي كړي،وستايل شي(؛بلكې) ورته دردناك عذاب دى.))

امیرالمؤمنین علي کرمه الله وجهه، د مالک اشتر په ژمنلیک کې څلور ځل د ستاینې له خوښولو منع کړی دی:« إِيَّاكَ وَ… حُبَّ الاطْرَاءِ»[348] او دا چار یې د نېکیو او له محسن سره د احسان د منځه وړو لپاره، شیطان ته خورا غوره فرصت ګڼلی دی.

الله تعالی د دروغو غوړه مالي او ستاینه د منافقانو نښه ګڼلې او خپل استازي ته یې ویلي دي: ((وَ إِذا جاؤُكَ حَيَّوْكَ بِما لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ اللَّهُ [349] = چې درشي؛ نو په هغو ټکیو سلام درته کوي، چې هاغسې الله پر تا سلام نه دى کړی)) منافقان په ښکاره تر بریده ډېره ستاینه کوي؛ خو په پټه له پېغمبره د سرغړواوي خبره کوي. د قرآن کریم له دې تعبیره، دې ټکي ته هم ګټنه کولای شو، چې ان د مخلوقاتو د اشراف په ستاینه کې هم له بریده پښه مه اړوئ: «لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ اللَّهُ»

چا به چې د حضرت علي پر وړاندې یې ستاینه وکړه؛ نو آنحضرت به ویل: «یا الله! ته مې ښه پېژنې او زه مې ځان تر هغوی ښه پېژنم! یا الله! تر هغه مې غوره کړې، چې ګومان راباندې کېږي او له هغه څه مې تېر شه، چې ترې خبر نه دي!»[350] امام هادي هغه کس ته چې د آنحضرت ډېره ستاینه یې کوله وویل: «دا کړنه د ناوړګومانۍ خواله ده، تاسې یوازې خوش بینه ووسئ.»[351] په حديث کې راغلي دي: «د غوړه مالانو په خوله کې خاورې واچوئ!»[352]

دا دومره نیوکې د عادي وګړيو پر ډېره ستاینه او غوړه مالۍ شوې دي او که د ظالم ستاینه وشي؛ نو الهي عرش لړزېږي.[353]

د ویل شویو مطالبو په پامنیوي، هغه انسان، چې غواړي خپل توحید ټینګ وساتي، نه غوړه مالي کوي او نه غوړه مالي مني. توحید او د الله نږه بندګي یوه پیاوړې کلا ده، چې انسان پر هر چا له زړه تړنې او ورته له غوړه مالۍ لرې ساتي. په حدیث کې لولو: «كلمة لا اله الا الله حصنى فمن دخل حصنى أمن من عذابى؛[354] توحيد یوه پیاوړې کلا ده، هر څوک چې ورننووت، د الله له عذابه به خوندي وي.»

څومره به ښه شي، چې په ځان کې د غوړه مالۍ انګېزې له منځه یوسو.[355] که څوک زړونه ګټل غواړي؛ نو لار یې ایمان او نېکچاري ده؛ نو د نورو- په تېره، په ښوونه او روزنه کې مو همکاران- له رښیتنو ستایلو مه ډارېږئ او نه د ځان په ستاینه خوشالېږئ او نه دې هغوی ته ورمات شو، چې ستاینه مو کوي او نه دې له نورو د ستاینې تمه ولرو.

همداراز که یو څوک کومه علمي رتبه نه لري او خلک یې د ډاکټر، انجینر یا مفتي صیب په نامه یادوي؛ نو ددې کار مخه ونیسئ او پوه دې وسو، چې د خلکو خولې، نه له کوم مټاک غوز نه ګوهر جوړ کړی او نه یې له ګوهر نه مټاک غوز.[356]

17. له کم‌کارۍ ډډه کول

د قرآن کریم سپارښتنه ده، چې د مطلب حق ادا کړئ، د بېلګې په توګه:

ـ د آسماني کتاب د تلاوت په اړه یې ویلي دي ((حق تلاوته))[357]

ـ د تقوا په اړه یې ویلي دي: ((حق تقاته))[358]

ـ د جهاد په اړه یې ویلي دي: ((حق جهاده))[359]

خو داچې ټول خلک نشي کولای، د مطلب حق ادا کړي، نو په نورو آیتونو کې سپارښتنه شوې، چې که یو کار بشپړ نشئ ترسره کولای؛ نو تر خپلې وسې هومره یې وکړئ؛ خو ناغېړي مه کوئ.[360]

نه استاد ادعا کولای شي، چې د تدریس حق یې ترسره کړی دی او نه زدکړیال ادعا کولای شي، چې د درس حق یې ادا کړی دی؛ خو تر کومه چې شونې وي، ناغېړۍ، سستي او لټي دې پکې نه وي او اسلام ورسره مخالف دی او په پخه توګه د چارو له ترسره کولو سره موافق دی.[361]

د بشر ستر لارښودان، چې الهي انبیاء وو، د دین دودولو او ترې د دفاع تر روستۍ سلګۍ ولاړ وو او په دې لار کې یې لږه ناغېړي هم و نه کړه؛ بلکې د شهادت تر بریده مخکې ولاړل. قرآن کریم د انبیاوو د شهادت په اړه وايي:

((وَ يَقْتُلُونَ‏ النَّبِيِّين بِغَيْرِ الْحَق=پېغمبران یې پرناحقه وژل))‏‏ [362]؛ او ((وَ يَقْتُلُونَ‏ الْأَنْبِياءَ بِغَيْرِ حَقٍّ= پېغمبران یې پرناحقه وژل)) [363]؛ همداراز د عاشق لارویانو په اړه، چې د پېغمبرانو ترڅنګ یې په مړانه له دینه دفاع کړې او په دې لار کې یې پوټی ناغېړي هم نه ده کړې، ویلي دي: ((وَ كَأَيِّنْ مِنْ نَبِيٍّ قاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ‏ كَثِيرٌ فَما وَهَنُوا لِما أَصابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَ ما ضَعُفُوا وَ مَا اسْتَكانُوا وَ اللَّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ‏= او څه ډېر پېغمبران داسې ول، چې په ملاتړ كې يې ډېرى خداى پالونكي وجنګېدل او د الله په لار كې چې كړاوونه ورغلل؛ نو زړه ماتي او كمزوري نه شول (او اېلېدو ته يې غاړه كېنښووله) او الله زغمونكي خوښوي.)) [364]

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم، حضرت علي کرم الله وجهه، حضرت فاطمه او حضرت امام حسن او امام حسین، د الهي دین په لار کې د نه ستړي کېدونکیو غوره بېلګې دي او عاشورا د سرښندنې او عبودیت او د الهي روزل شویو غوره بېلګه ده.

داسې علماء مو درلودل، چې بې له نننیو امکاناتو یې د څېړنې، ښوونې او روزنې په لار کې هڅې کړې دي او که نن موږ له نننیو شونتیاوو سره ناغېړي وکړو؛ نو دا به کفران نعمت وي. مرحوم فيض كاشاني له شل کلنۍ څخه پر لیکنو لاس پورې کړی و او تر ۸۳ کلنۍ پورې یې لیکنې کولې او ميرحامد حسين هندي، د عبقات ‏الانوار کتاب څښتن، 25000 ټوکه کتابونه مطالعه کړي وو او د عبقات ارزښتمن کتاب لیکلو ته یې خورا کړاوونه ګاللي وو. هغه دومره په څېړنو او لیکنو کې هڅې وکړې‏، چې کله به یې ښی لاس ستړی شو؛ نو په کیڼ لاس به لیکل کول او یا به یې بل ته املاء ویله، چې ورته یې ولیکي او په بستره کې به یې هم کتاب پر ټټر ایښی و او مطالعه به یې کوله، چې پر ټټر یې د کتاب خاپ پاتې شوی و. په زړه پورې خو داده، چې هغه د عبقات ټول کتاب مخ په قبله کښلی و او هېڅکله یې د پردیو او کفارو پر قلم او کاغذ لیکل و نه کړل.

18. له غرور/ پېسمنۍ او خاصمنۍ ډډه کول

په قرآن کریم کې لولو، چې جنت هغوی ته دی، چې د غوراوي او فساد هېڅ اراده و نه لري: ((تِلْكَ‏ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُها لِلَّذِينَ لا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَ لا فَساداً وَ الْعاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ=(هو!) دا د آخرت كور (يوازې) د هغوى لپاره دى، چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د متقیانو ده.)) [365]

په حديث کې لولو، چې که څوک د بوټ د پېړمې په پار، ځان تر نورو غوره وګڼي، د هغه کسانو له ډلې ځنې دی، چې پر ځمکه د علوّ/لوړاوي اراداه لري.[366] شونې ده یو  ښووند د ځانګړي مدرک، یا ښوونځي یا پوهنتون یا ځانګړې څېړنې په پار، په کبر، غرور او پېسمنۍ ککړ شي، چې دا یو خورا ستر آفت دی.

کله یوه خزانه د بانک له سترو نغذو سره کېږدئ؛ نو د ځان کمی به څرګند کړي. انسان له هر مدرک او معلوماتو سره، چې کله ځان د پوهې د ډګر له سترو شخصیتونو سره مخ کړي؛ نو پر کبر او غرور به ککړ نشي. د علمي غرورونو سرچینه، په استغناء او ځان مړه خوا ګڼلو کې ده.

که د انسان ځان ته پام نه وي؛ نو د مړه خواتوب په ننګېرنې به سرغړاندی شي: ((كَلَّا إِنَ‏ الْإِنْسانَ‏ لَيَطْغى‏* أَنْ رَآهُ اسْتَغْن [367] = هېڅكله داسې نه ده (چې تاسې يې ګڼئ) بېشکه انسان (نامنندوی موجود دى او) سرغاړی کوي،(په تېره هغه وخت) چې ځان (د دنيا) له شتمنۍ برخمن (او وسمن) وويني.)) شونې ده دا استغناء او مړه خواتوب په شتمنۍ، ځواک او پوهه کې وي. هغه خطر چې ډېری اهل علم ګواښي، علمي استغناء ده؛ که کوم  ښووند د علمي مړه خواتوب ننګېرنه ولري؛ نو له نورو سره به یې چلن سپکوونکی، په سپین سترګۍ او سرغړاندۍ وي.

19. له بې ځایه علم فروشۍ ډډه کول

هغه ښووند به له الله تعالی سره نه ځوړېدونکې سوداګري کړې وي، چې علم یې د دین او اسلامي ټولنې په چوپړ کې کړی وي او د قرآن ددې آیت مصداق به وي، چې وايي: ((وَ أَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْناهُمْ سِرًّا وَ عَلانِيَةً يَرْجُونَ تِجارَةً لَنْ تَبُورَ[368]= په حقيقت کې کوم کسان چې الهي كتاب لولي او لمونځ دروي او زموږ له ورکړې روزۍ يې (د الله په لار کې) په پټه او ښكاره لګوي (؛ نو) دوى (گټورې او) بې تاوانه سوداګرۍ ته هيلمن دي.))

د علم، روغتیا، عمر، آبرو، مال او…. شتمني چې څومره لرو، هر څه د هغه دي؛ نو پر همغه یې ور وپلورئ. هو! که کوم زوی له خپل پلاره ځمکه، مصاله او پیسې واخستې او ودانۍ یې پرې جوړه کړه او بیا یو لړ وګړي د ودانۍ پېرونکي شي، چې یو یې خپل پلار وي؛ نو عقل او وجدان خو وايي، چې ودانۍ پر خپل پلار وپېري؛ ځکه زوی او ټوله شتمني یې د پلار ده او پر پردي یې پېرل ځواني نه ده.

همداراز، الله یې د همېشني جنت په بیه پېري؛ خو نور یې چې په هر څه واخلي، ضرر او تاوان دی؛ ځکه ارزانه یې پېري او متاع یې لنډمهاله ده.

د ښووند یو دنده داده، چې حقیقت ته د زدکړیال پام ورواړوي.

ډېر دي داسې وګړي، چې مخور، نابغه او عالمان دي؛ خو خپله ټوله پوهه یې شتمنۍ لاس ته راوړ ته د طاغوت او ظالم په چوپړ کې کړې ده.

په قرآن کریم کې لولو: « په نېكيو او پرهېزګارۍ كې يو له بل سره مرسته وكړئ او (هېڅكله) په ګناه او تېريو كې يو د بل لاسنيوى مه کوئ او د الله (د فرمان له مخالفته) ډډه وکړئ؛(ځکه) چې الله سخت عذابى دى .».[369] په حدیث کې راغلي دي: «ظالم، مرسته کوونکی یې او پر ظلم یې خوښ، په ګناه کې سره شریک دي.»[370]

نن ډېری پوهان، د خپل تخصص پایله، د طاغوت لاسبرۍ او پیاوړۍ ته کاروي.

 رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي: «افسوس دې زما د امت پر هغو علماوو وي، چې له خپل علم نه یې سوداګري جوړه کړې او د خپل پېر پر واکمنانو یې پلوري، الله دې ورته دا سوداګرۍ نه ګټوروي.»[371]

20. له تورنېدو دې ډډه وکړي

ځینې وټیزې، تفریحي یا ټولنیزې اړیکې یا له ځینو سره همسفرېدل، یا له ځینو سره ځینو ځایونو ته تلل او یا په جنجالي غونډو کې ګډون یا له جنجالي وګړیو سره ناسته پاسته، یا له جنجالي وګړیو وټیزه مرسته تر لاسه کول یا له جنجالي کتابونو خبرې رانقلول، ددې لاملېږي، چې وګړي پر ښووند ناوړګومانه شي او تجسس ورپسې پیل شي او د تجسس تر شوم سیوري لاندې د ښووند یو لړ کمزوریو ټکیو ته ورسي، چې د ښووند او زدکړیال ترمنځ انساني، عاطفي او اخلاقي اړیکه ټکنۍ یا کمزوروي.

حضرت علي کرم الله وجهه د نهج البلاغه په ۲۵ لیک د خپل زکات چارواکي ته وايي: «فَإِذَا قَدِمْتَ فَانْزِلْ بِمَائِهِمْ مِنْ‏ غَيْرِ أَنْ‏ تُخَالِطَ أَبْيَاتَهُم‏= کوم ټبر ته چې ورغلې؛ نو د چا کور ته مه ورځه؛ بلکې د اوبو د چینې ترڅنګ کېنه.» کېدای شي ددې حکم یو دلیل دا وي، چې چارواکي تورن نشي. د بېلګې په توګه، که له چا کره ولاړ او ورته ووايي، چې زکات مو څومره کېږي او څنګه یې ورکړئ؛ نو شونې ده، چې داسې و انګېرل شي، چې تېره شپه چې له چا کره مېلمه وې؛ نو هغه درته ددې کس په اړه غوږونه ډک کړي دي او یا کومه خبره خو شته دی.

ښووند او مبلغ دې له هغو چارو ځان ساتي، چې د تورنېدو یې لاملېږي؛ ځکه د روایت په پامنیوي، هغه چې ځان تورنوي؛ نو هغه دې نه رټي، چې ناوړګوماني پرې کوي.[372] نو تر شوني بریده دې خپلې غونډې ښکاره کوي او که ورسره موټر او کور چا ورکړی وي؛ نو و دې وايي چې د بل چا دی. له هر چا سره دې انځور نه اخلي او په هره مېلمستیا کې دې ګډون نه کوي. د شتمنو او بدنامو وګړیو په هټیو کې دې نه کېني او ورسره دې اړیکه ونلري او که چا ته ورمات وي؛ نو خلکو ته دې یې دلیل هم ووايي.

په ټولیزه توګه، ښووند او مبلغ دې ځان له هغه خبرې او کړنې لرې ساتي، چې د تورنېدو او د خلکو د ناوړګومانۍ لاملېږي.

21.ښووند دې له ناعالمانه خبرو، کړنو او شننو ډډه کوي

په قرآن کریم کې راغلي دي:

((وَ لا تَقْفُ‏ ما لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَ الْبَصَرَ وَ الْفُؤادَ كُلُّ أُولئِكَ كانَ عَنْهُ مَسْؤُلًا[373]= او په هغه څه پسې مه ځه، چې پرې پوه نه يې؛ ځكه غوږ، سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي.))

ښايي چې په آیت کې سترګه، غوږ او زړه د بېلګې لپاره وي؛ ځکه د قرآني آیتونو په رڼا کې، په قیامت کې، پر انسان سربېره یې لاس، پښې او غړي هم پوښتل کېږي[374] او هغوی به خبرې کوي او منښته کوي. همداراز شونې ده ددې لپاره وي، چې له نورو د لاروۍ انګېزه په لیدو، اورېدو، اندنې یا درک رامنځ ته کېږي.

په تاریخ کې د ډېری فتنو او شخړو لامل، په بیړه ورمندون، بې بنسټه خبرې او یا بې څېړنې او بې علمه نظریې دي. پردې آیت عمل، انسان له ډېری دوکو او تېروتنو بیمه کوي؛ ځکه بېځایه خوش ویني، ژرباوري او ډنډورې منل، ټولنه ذلیلوي او چورلټ یې دښمن ته ورتسلیموي.

په پټو سترګو تقليد، له دودونو او خیالونو لاروي، د نیکونو پر پل تلل، پر وړاندوینو، خوبونو او ګومانونو باور کول، بې علمه قضاوت، بې علمه ګواهي ورکول، بې علمه ستاینه، نیوکه یا دریځ، بې علمه تفسیر، شننه، لیکنه او فتوا ورکول، د بې بنسټه اورېدل شویو خبرو رانقلول، الله او دین پورې بې علمه یو څه ورتپل، په بحراني،هیجاني او بې دلیله شرایطو کې هوډ کول، د نورو پر دروغجنو اوښکو او قسمونو تكيه کول، ګرد سره د ((لا تَقْفُ ما لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ)) مصداقونه دي او منع/بډن دي.[375] که چا کومه بې علمه خبره وکړه؛ نو سر دې یې خلاص وي، چې د الله په نزد یې ستره ګناه کړې ده: ((إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَ تَقُولُونَ‏ بِأَفْواهِكُمْ‏ ما لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ وَ تَحْسَبُونَهُ هَيِّناً وَ هُوَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمٌ [376]=(در ياد كړه) چې كله مو هغه (ستر دروغ) خوله پر خوله كول او پخپلو خولو مو داسې څه ويل، چې ترې ناخبره وئ او هغه مو كوچني ګڼل،حال داچې د الله پر وړاندې ستره (خبره) وه!))

د معتبرو او متواترو روایتونو له مخې، له شرعي پرېکنده آرونو؛ لکه د مجتهد فتوا یا له هغه علمه لاروي، چې ډاډمن وي، له علمه لاروي ده. لکه څنګه چې خلک د متخصص او زړه سواندي ډاکټر په نسخه علم پیدا کوي، د جامع‏الشرايط او متّقي مجتهد په فتوا هم د الله علم پیدا کوي؛ نو پردې بنسټ د علم دا پړاو بسیا دی؛ که څه علم درجې لري او په ژورو پوړونو کې یې علم اليقين، حقّ اليقين و عين‏اليقين وي.

وړاندوینې او ناسمې شننې، د ښووند وګړه ټکنۍ کوي، د چارو شننه او وړاندوینې که د علم پر بنسټ نه وي؛ نو ناسمې خېژي؛ نو د یوې چارې تر هراړخیزې څېړنې مخکې، مه کومه چاره تصدیقوئ او مه یې ردوئ؛ ځکه الله تعالی د همدې چار په پار، منکران رټي او وايي:

((بَلْ‏ كَذَّبُوا بِما لَمْ‏ يُحِيطُوا بِعِلْمِهِ‏ وَ لَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ كَذلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَانْظُرْ كَيْفَ كانَ عاقِبَةُ الظَّالِمِينَ [377] = (خو د پوهې له مخې يې له قرآنه انکار ونکړ؛) بلکې هغه څه يې دروغ وګڼل، چې پرې (قرآني پوهاویو) و نه پوهېدل او تر اوسه يې حقيقت، پايله او باطن ورڅرګند شوى نه دى؛ همداراز تر دوى مخکېنيو هم (خپل پېغمبران) په دروغو ګڼلي ول؛ نو وګوره، چې د ظالمانو د کار پاى څرنګه وه.))

د‏ قرآن کریم له دوو آیتونو دوه ستر سبقونه زده کوو:

الف) بې علمه مه ګړېږئ: ((أَ لَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِمْ مِيثاقُ الْكِتابِ أَنْ لا يَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ[378]))

ب) کومه خبره بې علمه مه ردوئ: ((بَلْ كَذَّبُوا بِما لَمْ يُحِيطُوا بِعِلْمِهِ[379] )) پورته آیت

 

22. له بې پایلو خبرو ډډه کول

ښووند دې د خپل ټولګي له وخته غوره ګټنه وکړي او ځان دې په هره ویېنه کې ورګډ نه کړي. الله تعالی د ځینو شاعرانو په اړه وايي: ((أَ لَمْ تَرَ أَنَّهُمْ‏ فِي‏ كُلِ‏ وادٍ يَهِيمُونَ [380]= ايا نه وينې، چې دوى (شاعران) په هر ناو كې لالهانده وي .))

په هر څه، په تېره په علمي ویېنو کې دې د انسان عمر، پر هغو چارو تېر شي، چې یا واجب وي، یا مستحب یا د کوم وګړي یا ټولنې کومه ستونزه هواره یا اړتیا پوره کړي! د خپل عمر منجمنټ کول، خورا غوره مدیریت دی. انسان دې څو څیزونو ته پاملرنه ولري:

الف)تلی عمر بېرته نه راګرځي ؛

ب) عمر مو محدود دی؛

ج) د عمر پای مو ناڅرګنده ده ؛

د) موږ د خپل عمر په تېره د ځوانۍ په باب په قیامت کې پوښتېدوني یو؛

ه) ستر تاوان په عمر کې تاوان دی: ((قُلْ إِنَ‏ الْخاسِرِينَ‏ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ)) [381]؛

و) څومره چې ځان پر بېلابېلو ویېنو بوخت کړو، له آریزو ویېنو به شاته پاتې شو؛

ز) پر بېځایه ویېنو مو دوستان له لاسه ورکوو.

علمي مباحث دې ګټورې پایلې ولري؛ ګنې بېځایه ویېنې د عمر ضایع کول دي.[382]ان په دیني پوښتنو کې دې هم د هرڅه ځواب ورنکړو. نه هره پوښتنه پرځای ده او نه هر ځواب ورکول واجب دي.ځینې پوښتنې دې ته وي، چې په ځواب یې فتنه رامنځ ته شي؛ نو تېرېږئ ترې؛ لکه هغه ځواب، چې حضرت موسی فرعون ته د هغوی د مړو شویو مشرانو په اړه ورکړ.[383]

چې کله یوخوا عمر لنډ دی او بلخوا اړتیاوې ډېرې دي؛ نو که د وخت سم مدیریت و نه لرو؛ نو تاوان به مو هرومرو وي. په زړه پورې خو داده، چې په پرېکنده تاوان کې، الله پر وخت سوګند یاد کړی دی: ((والعصر ان الانسان لفی خسر[384]))، ترڅو پوه مو کړي، چې تر ټولو ستر تاوان، د وخت تاوان دی.

ښووند دې پوه وي چې ډېره ګټوره پوهه زده کړي او نورو ته یې هم ورزده کړي؛ نو ارزښت به یې ډېر وي. امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه وايي: «ای مؤمنه! دا علم او ادب دې د ځان بیه ده؛ نو د دواړو په لاس ته راوړ کې، کوښښ وکړه، چې هرڅومره دې علم او ادب ډېر شي؛ نو بیه به دې هم ډېره شي[385].))

23. ښووند دې له شعاري او بې بنسټه خبرو ډډه وکړي

هغه  ښووند بریالی دی، چې ټولګی یې غني، منځپانګيز او خبرې یې اصولي وي. د بې ځایه مطالبو خپراوی او د ښکلیو؛ خو شعاري او بې منځپانګې خبرو کول، د ټولګي جاذبه ټکنۍ کوي. هم ښه خبره کول او هم خبره، ښه کول، د بري خواله ده. د ښووند هڅې، مطالعه او مناسبه څېړنه او پر بنسټیزو آرونو یې د درس اوډونول، زده کړه غني او ښه وړاندې کېدونکې کوي، د ټولګي خوږلنی زیاتوي او د مخاطبانو د خوښۍ لامل ګرځي او ښووند پر تکراري او شعاري خبرو نه ککړوي.

همداراز کله بې بنسټه او کاږه مطالب په ښکلیو چوکاټونو کې راوړاندې کېږي. نننۍ نړۍ په ډېره اسانه په نویو امکاناتو او تبلیغاتو کولای شي، د مهم چارو د ښوونو پر ځای، خلک په ښکلیو شعارونو، پر فرعي او بې بنسټه چارو بوخت کړي. شونې ده هر څوک په دې ښکلیو خو غولونکیو او بې منځپانګې خبرو تېروځي؛ خو له یوه تکړه ښوونده داسې تېروتنه منلوړ نه ده. قرآن کریم ددې ښکلی کلمو نامه «زخرف القول» ایښې ده؛ یعنې طلایي خبرې! په قرآن کریم کې لولو: ((شَياطِينَ الْإِنْسِ وَ الْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلى‏ بَعْضٍ‏ زُخْرُفَ‏ الْقَوْلِ‏ غُرُوراً[386] = دوى (د خلكو د تېرايستنې لپاره) په پټه (او ګوښه كې) يو بل ته بې بنسټه او د غولونې خبرې كولې))

بې بنسټه او کږې خبرې، معمولاً په یوه زرورق کې نغښتې، په مناسبو ادبیاتو راوړاندې کېږي.تاریخ د داسې خوله ډکوونکیو، بې بنسټه او بې منځپانګې خبرو شاهد دی؛ د بېلګې په توګه: یهودو به د ځان په په اړه ویل:«موږ د الله زامن او پرې ګران یو»، «موږ ته دوزخ نشته » او «یوازې یهودی یا مسیحی به جنت ته ځي.»

24.  ښووند دې له بې علمه نټې او درغجنولو ډډه وکړي

قرآن کریم پر یوې ډلې په نیوکه کې وايي: ((َلْ كَذَّبُوا بِما لَمْ‏ يُحِيطُوا بِعِلْمِهِ[387]= (خو د پوهې له مخې يې له قرآنه انکار ونکړ؛) بلکې هغه څه يې دروغ وګڼل،چې پرې (قرآني (پوهاویو) و نه پوهېدل))

داچې انسان ووايي: داچې زه یې نه وینم؛ نو نشته او ایمان دې یوازې پر لیدونکیو څیزونو وي، دا یوه ناسمه خبره ده. تاسې د مڼې په راغورځېدو پوهېږئ، چې د ځمکې جاذبه شته؛ خو د ځمکې جاذبه خو په خپله په سترګو نه لیدل کېږي.

په علمي مسایلو کې دې هم هره دریځ نیونه، د علم او معرفت پر بنسټ وي. نه پوهېدل دې له نفې سره مساوي نشي؛ او که داسې وشول؛ نو د ناپوهۍ نښه ده. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((النَّاسُ‏ أَعْدَاءُ مَا جَهِلُوا[388]= خلک د هغه څه دښمن دي، چې پرې نه پوهېږي.))

خو باید په پوهې او پوهېدو پسې ولاړ، نه په نټې او دښمنۍ پسې.

25.  ښووند دې له غلّو ډډه وکړي   

منځلاري او اعتدال په هر ځای کې یو پکار چار دی او له الهي اولیاوو سره په مینه کې دې غلّو ونشي. غلّو اوږده مخینه لري. په آیتونو او وایتونو کې راغلي دي، چې د دین او الهي اولیاوو په نسبت غلّو مه کوئ؛ لکه څنګه چې نصاراوو، د حضرت عیسی په باب غلّو وکړه.د انسانانو په اړه غلّو کول، ان که پېغمبر هم وي، د الله تعالی سپکاوی دی او هغه ته د ناروا نسبت ورکول دي: ((لا تَقُولُوا عَلَي اللَّهِ إِلا الْحَق[389])) قرآن کریم راته ويلي دي، چې (( د الله بندګي)) د انبیاوو او پېغمبرانو د کمالاتو لوړه سوکه وه او داچې زموږ پېغمبر ((عبد/بنده)) و؛ نو معراج ته ولاړ او په زانګو کې د حضرت عیسی علیه السلام لومړۍ خبره دا وه: «انی‌ عبد الله»

د متدینو، ښوونیزو او تبلیغي چاپېریالونو یو آفت دادی، چې د دیني مشرانو په اړه غلّو کوي. غلّو بېلابېلې انګېزې لري.[390] د قرآن کریم په ډېری آیتونو کې له غلو نهې شوې ده:

((ما كانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُوتِيَهُ اللّهُ الْكِتابَ وَ الْحُكْمَ وَ النُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنّاسِ كُونُوا عِباداً لي مِنْ دُونِ اللّهِ[391]= په هغه كې څرګندې نښې دي (چې له هغو) د ابراهيم مقام دى او څوك چې (د خداى كور ته) ورننوځي؛ نو خوندي شو. پر خلكو د خداى حق دى، چې كه د چا هغه كور ته د وررسېدو وس وي؛ نو حج دې وكړي او كه څوك ( ددې حكم له پلي كولو) منكر شي (ځان ته به يې زيان رسولى وي)؛ (نو پوه دې شي) چې په حقيقت کې خداى له نړيوالو مړه خوا دى.))

 همداراز په بل ځای کې راغلي دي: ((قُلْ يا أَهلَ الْكِتابِ لا تَغْلُوا في دينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَ لا تَتَّبِعُوا أَهْواءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوا مِنْ قَبْلُ وَ أَضَلُّوا كَثيراً وَ ضَلُّوا عَنْ سَواءِ السَّبيلِ[392]= ورته ووايه :(( كتابوالو! په ناحقه په خپل دين كې له پولې او حقه مه اوړئ او د هغو خلكو په غوښتنو پسې مه ځئ، چې تر تاسې مخكې پخپله هم بېلاري شوي ول او ډېر نور (خلك) يې هم بېلاري كړي او له سمې لارې بلخوا اوښتي دي.))

ښيي له دې آیته داسې ګټنه وکړای شو، چې د حضرت مسیح، خدای ګڼل یو ډول غلّو ده، چې سرچینه یې د تېرو خلکو، له شرکه ډکه اندونه ول؛ لکه څنګه چې په توبه سورت ‏ 30 آیت کې لولو: ((وَ قالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللَّهِ وَ قالَتِ النَّصارى‏ الْمَسِيحُ ابْنُ اللَّهِ ذلِكَ قَوْلُهُمْ بِأَفْواهِهِمْ يُضاهِؤُنَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَبْلُ= او يهوديان وايي: ((عُزير د الله زوى دى.)) او مسيحيان وايي: ((مسيح د الله زوى دى.)) د خولې دا هسې خبرې یې د مخکېنیو کافرانو د ویناوو لاروي ده، الله دې دوى ووهي،چې څنګه (له حقه) اړول کېږي!))

 په روایتونو کې غلو کوونکيو ته ښېراوې شوې دي او د کفارو او مشرکانو ناوړه ډول یې ګڼلي دي.[393] امامانو به د غوړه مالانو او غلوّ کوونکيو پر وړاندې دریځ نیوه او تندی یې نه ورکاوه.[394] او په بېلابېلو تعبیرونو یې په دې چار ګواښنې او خبردارۍ کړې دي:

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم : «ما مې تر حقه ډېر مه لوړوئ؛ ځکه الله- تبارک و تعالی- مخکې له دې چې نبي مې کړي، خپل بنده یې ټاکلی یم[395].))

امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه وايي: زموږ په اړه له غلّو ډډه وکړئ! زموږ په اړه وویاست، چې روزل شوي وګړي دي (او زموږ پر بندګۍ تر منښتې روسته)، چې بیا زموږ کوم فضیلت ویل غواړئ؛ نو و یې ویاست»[396]

امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه وايي: زما په اړه دوې ډلې هلاکېږي؛ هغه مینوال مې چې غلّو کوي او هغه کینه کښ چې ډېره دښمني راسره کوي.»[397]

حضرت رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په ډېری ځایونو کې حضرت علي ته ويلي دي : (( ته د عیسی په څېر یې، چې یهودو واجب القتل ګاڼه او مور یې ورته تورنه کړه؛ خو نصاراوو تر خدایي پورې ورساوه.»[398]

 د غلّو په ویېنه کې دوه ټکي په پام کې ونیسئ:

یو داچې د ځینو دیني او ښوونیز مرکزونو یو جدي آسیب د دین د ځینې مشرانو په اړه غلّو ده. امامانو له دې ډلې برائت کړی او هغوی یې هلاک شوي ګڼلي دي. د  ښووندانو او مبلغینو دې غلو ته پام وي او په غلو ککړ تعابیر دې نه کاروي؛ بلکې په مړانه دې د غلّو کوونکیو مخه ونیسي.

دویم داچې کله د ځینې عادي وګړيو په اړه غلّو کېږي؛ دا غلو، که څه په دین کې غلو نه ده او په حقیقت کې هماغه اغراق دی؛ خو دا هم رټل شوی چار ګنل شوی دی. د ښوونې او روزنې په ډګر کې کله د یوه کورني یا بهرني استاد یا عالم په اړه غلو یا اغراق کېږي؛ د بېلګې په توګه، نظریات او حدسیات یې د علم او وحې په څېر قعطي ګڼي او داچې ځان کوشنی ویني یا داچې له کومه ځایه خبر نه وي؛ نو د هغوی نظریات او حدسیات ورته ډېر ستر برېښي.

کله یو ښووند د ځان او د خپلو ښووندانو په اړه په غلو ککړ شي؛ خو پوه دې شي، چې هغه څه چې ښووند د مخاطب په سترګو کې ستروي، فضل، علم، ادب او تواضع یې ده.

26.  ښووند دې له دې چارو هم ډډه کوي

په پورته پرهېزونو سربېره، نورې خبرې هم دي، چې  ښووند دې ترې ډډه کوي، چې ښيي په تېرو ویېنو کې مو هم ورته اشاره کړې وي.

 ښووند دې له دې چارو هم ډډه کوي:

ـ په رخصتیو کې دې له بېکارۍ ډډه وکړي.

ـ یوازې د ټولګي پر اړیکو بسنه او له ټولګي بهر اړیکه نه درلودل.

ـ امتیازطلبي.

ـ پر فرعي او غیرعلمي چارو بوختیا.

ـ پردیو ته په ستره او خپلو ته ټيټه کتل.

ـ د مانیزو ارزښتونو نالیدي ګڼل او مادي ځلبل ته پاملرنه.

ـله هر هغه کاره دې ډډه وکړي، چې دښمن ته پلمه په لاس ورکوي.

ـ سستې خبرې کول.

ـ له ناسالمو سیالو ډډه کول؛ که په هم اندو کې وي، که په زدکړیالانو کې او که په ښوونیز چاپېریال کې.

ـ غچ اخستنه.

ـ د نورو او ځان حدسیات د پرېکنده علم په بڼه بیانول.

ـ د کړنې پرځای پر وګړي نیوکه.

ـ له تېري ډډه کول.

ـ د ګډو/مختلطو چاپېریالانو له رامنځ ته کولو ډډه کول.

ـ له هغواړپېچیزو ویېنو ډډه کول، چې ځای یې ښوونیز مراکز نه دي.

ـ له بې ځایه تعصباتو ډډه کول.

ـ له هرې هغې خبرې ډډه کول، چې د ملي مصالحو پرخلاف وي، په تېره هغه خبرې چې نوی کهول نهیلوي.

ـ له بې ځایه او سپکوونکيو ټوکو ډډه کول.

ـ او …

 

 

پینځم څپرکی

مهارتونه او کړنلارې

د ښوونکي کړنلارې او مهارتونه کولای شي د زده کړې ګټوري ډېره کړي. د ښوونکي د بریا او ټولګي د خوږلني یوه برخه، د ښوونکي د سبق په وړاندې کولو پورې اړه لري. په دې څپرکي کې د  ښووندانو ځینو کړنلارو او مهارتونو ته اشاره کوو.

1. له متلونو ګټنه

په ښوونه کې له متلونو ګټنه یوه خورا ساده، فطري او علمي کړنلار ده. د تشبیه او متل په چوکاټ کې، د انسان د نېکمرغۍ او بدمرغۍ د لاملونو بيانول، یوه قرآني کړنلار او ددې آسماني کتاب یوه روزنیزه کړنلار ده او د خلکو توجه، اندنې او تذکر ته ګټور چار دی.[399] تمثيل‏، عقلي چارې محسوسوي او موخې ته د رسېدو لار لنډوي، مطالب ټولو ته رسوي او ځېلیان چوپوي؛ نو ځکه قرآن کریم له دې کړنلارې ډېره ګټنه کړې ده او دې چار ته یې ارزښت ورکړی دی. قرآن كريم له بېلابېلو او ساده متلونو ډک دی، چې خلک په اندنه او ځیرنه، کولای شي د الله په یاد کې شي:

ـ ((و تلك الامثال نضربها للنّاس لعلّهم يتفكّرون [400]=او دا بېلگې خلكو ته وايو، ښايي (پر خپل حالت) غور وكړي. ))

ـ ((و يضرب اللَّه الامثال للناس لعلّهم يتذكّرون[401]= چې پر هر (ټاكلي) وخت د خپل پالونکي په حكم خپله مېوه وركوي او الله دا بېلګې ځكه بيانوي، چې خلك ترې پند واخلي.))

کله یو متل د کتاب د څو مخونو او وختونو کار ورکوي. څو بېلګو ته پام وکړئ:

الف) کله پوښتي: آیا الله موږ ته اړتیا لري؟

ځواب: « که ټول خلک، مخ پر لمر کور جوړ کړي؛ نو په لمر به څه وراضافه نشي او که مخ په سیوري یې جوړ کړي؛ نو له لمره به څه کم نشي.»

ب) کله پوښتي: «ولې هغوی چې ډېره ګناه کړې، په ډېره هوساینه کې دي ؟»

ځواب : « که د عینکو په ښیښه مو یو څاڅکی تویې شي؛ نو بې ځنډه یې پاکوئ؛ که پر سپینو جامو مو چای تویې شي؛ نو صبر کوئ، چې کور ته ورسئ او خپلې جامې مو بدلې کړئ او که پر قالین مو تویې شي؛ نو ورته صبر کوئ، چې قالین وینځي ته یې یوسئ. الله هم له هر چا سره ځانګړی چلند کوي او د هغه د اروا د روڼوالي او تتوالي له مخې یې سزا ځنډوي.»

ج) کله پوښتي: «څنګه د انسان د ځینو کړنو ثواب له شمېره وځي ؟»

ځواب: «د روایتونو له مخې، په جماعت لمانځه کې چې د ګدون کوونکیو شمېر څومره ډېر وي؛ نو د لمانځه ثواب یې ډېرېږي؛ تردې چې په جماعت لمانځه کې د ګډون کوونکیو شمېر لسو تنو ته ورسي؛ نو په دې بڼه کې یې ثواب خورا ډېرېږي، له شمېره وځي او څومره والی یې یوازې الله ته معلوم وي.

لکه څنګه چې انسان په یوه ګوته کولای شي، د ټیلیفون یوه شمېره دایره کړي، پر دوو ګوتو یو کوشنی سطل پورته کولای شي، پر درېیو ګوتو ډېر کارونه کولای شي، تردې چې لسو ګوتو ته ورسي، چې په دې بڼه کې نو انسان نور محدودیت نه لري او هر کار چې وغواړي، کولای یې شي، داسې چې نور د کارونو شمېر یې له شمېره وځي.»

ښه به وي، چې په دې اړه هغو کتابونو ته مراجعه وشي، چې د متلونو په اړه لیکل شوي دي او د نورو له تجربو ګټنه وشي.

2. لنډه خبره

مشهوره جمله ده، چې وايي: «خیر الکلام ما قَلَّ و دَلَّ؛ غوره خبره، لنډه یې ده.» شاعر[402] هم وايي:

کم گوی و گزیده گوی چون دُر                    تـا زانـدک تو جهان شود پر

لنډه خبره ژر ذهن ته ورننوځي او په ځنډ ترې راوځي. سربېره پردې، د اوږدو مطالبو په ویلو سره، هم خپل او هم د نورو وخت ضایع کوو او پر اوږدو لیکنو وخت، کاغذ، کتاب او دې ورته چارې ضایع کوو.

د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم او امامانو په لیکونو کې لنډ او راغونډ شوي مطالب تر سترګو کېږي. کومې د جمعې د ورځ خطبې چې له امامانو رانقل شوي، یوازې دوه یا درې مخه دي.

اسلام ان امام جماعت ته سپارښتنه کوي، چې د کمزوریو وګړيو په فکر کې دې وي او تر حمد روسته دې له اوږدو سورتونو ویلو ډډه وکړي.

قرآن کریم: ((الْآنَ خَفَّفَ‏ اللَّهُ‏ عَنْكُمْ وَ عَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفا [403]= اوس الله ستاسې له اوږو پېټى سپك كړ او معلومه يې کړه، چې په تاسې كې بېوسي ده؛))

غورچاڼیزه وینا په هر وخت کې غوره وي؛ په تېره په اوسني پېر کې. نن چې خلک ساندویچ خوري او جوسونه څښي؛ ځکه ان د جوولو حوصله هم نه لري؛ نو ځکه زموږ په پېر کې د خواله رسنیو له لارې، لنډ پېغام ډېر پلویان لري؛ نه اوږده پېغامونه.

البته غورچاڼول خپل برید لري او لکه څنګه چې وینا باید ستړې کوونکې نه وي، ډېر لنډه دې هم نه وي، چې پېغام لېږد له ستونزې سره مخ کړي. امام علي کرم الله وجهه وايي : «خَيْرُ الْكَلَامِ‏ مَا لَا يُمِلُّ وَ لَا يَقِلُّ؛[404] غوره وینا هغه ده، چې هم ستړې کوونکې نه وي او هم ډېره لنډه نه وي.»

3. تکراري نه ګړېدل

انسان تنوع غواړی موجود دی؛ نړۍ د تنوع پر بنسټ جوړه شوې ده. په نړۍ کې د رنګونو تنوع، د بزګرۍ د محصولاتو تنوع، د نباتاتو ، مېوو، خوندونو، بوی، بڼو او رنګونو تنوع او د خوړو تنوع یې د الله تعالی د ځواک پلوشې دي. همدارز په جنت کې ډولاډول بڼونه، چینې، مېوې، خوراکونه او نېرونه دي. د بڼونو او نهرونو تنوع او ډېروالی: ((جَنَّاتُ، الْأَنْهارُ [405]))؛ د مېوو تنوع : ((فاكِهَةٌ كَثِيرَةٌ [406] ) او ((فِي ظِلالٍ وَ عُيُونٍ وَ فَواكِهَ مِمَّا يَشْتَهُونَ[407] )) همداراز د نهرونو تنوع : ((فِيها أَنْهارٌ مِنْ ماءٍ غَيْرِ آسِنٍ وَ أَنْهارٌ مِنْ لَبَنٍ لَمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَ أَنْهارٌ مِنْ خَمْرٍ لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ وَ أَنْهارٌ مِنْ‏ عَسَلٍ‏ مُصَفًّى[408] )) د وخت تنوع (سهار، غرمه، ماښام)، چې په جنت کې شته دی: ((بُكْرَةً وَ عَشِيًّا)) ګرد سره د بشر د تنوع غواړۍ ښکارندوی دي.

د ښوونې او روزنې په ډګر کې هم باید د ((تنوع)) له اوزارو ګټنه وشي. په بیان، استدلال او زده کړه کړلار کې تنوع‏، ښوونې، روزنې او ښیون ته یوه ګټوره کړلار ده او په خلکو یې منل اسانوي.

 حقایق دې په بېلابېلو ژبو وویل شي او د مطلب تکرار دې متنوع او جذاب وي او پېغامونو دې په بېلابېلو چوکاټونو کې ور وړاندې شي؛ ځکه تکرار او یوشان والی ستومانوونکی دی.

په بیان کې تنوع، د قرآن کریم یوه جدي کړنلار او ددې آسماني کتاب یو اعجاز دی. قرآن کریم پردې کړنلار ټینګار لري:

((وَ لَقَدْ صَرَّفْنا لِلنَّاسِ فِي هذَا الْقُرْآنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ فَأَبى‏ أَكْثَرُ النَّاسِ إِلَّا كُفُوراً [409] = او په یقین موږ په دې قرآن كې خلكو ته د هر څه بېلګه راوړې (او هر ډول پوهې مو پكې راټولې کړې دي)؛ خو ډېرى خلكو بې له ناشکرۍ بل غبرګون و نه ښود.))

((وَ كَذلِكَ نُصَرِّفُ الْآياتِ [410] = او په دې توګه موږ (د موخو لپاره خپل) آيتونه په بېلابېلو ډولونو تشريحوو))

((قَدْ فَصَّلْنَا الْآياتِ لِقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ [411]= او دا ستا د پالونكي (تلپاتې سنت او) سمه لار ده؛ په رښتيا چې موږ (خپل) آيتونه هغوى ته ورڅرګند كړي، چې نصيحت مني.))

په قرآن کریم کې دا تنوع ډېره تر سترګو کېږي، د بېلګې په توګه:

د الله پېژندنې په ویېنه کې یې د اوښ او آسمان خبره کړې ده: ((أَ فَلا يَنْظُرُونَ‏ إِلَى‏ الْإِبِلِ‏ كَيْفَ‏ خُلِقَتْ * وَ إِلَى السَّماءِ كَيْفَ رُفِعَتْ[412] = آيا اوښ ته نه ګورې، چې څرنګه پنځول شوى دى؟! او اسمان ته [نه ګوري] چې څرنګه اوچت کړای شوى دى؟! ))

په بل ځای کې یې د توازن خبره مطرح کړې ده؛ په دې بیان چې هم په آسمانونو کې میزان دی او تاسې هم په راکړه ورکړه کې میزان رعایتوئ: (( وَ السَّماءَ رَفَعَها وَ وَضَعَ‏ الْمِيزانَ‏* أَلَّا تَطْغَوْا فِي الْمِيزانِ *وَ أَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَ لا تُخْسِرُوا الْمِيزانَ[413]))

کله الله پر انځر او کوشني زیتون قسم یادوي: ((و التین والزیتون)) او کله پر ستر لمر: ((والشمس.[414]))

په کلمو، آیتونو، سورتونو او شرنګ کې تنوع، ځانګړې جاذبه لري.

همداراز په اسلامي احکامو کې، د انسان عبادتونه، د قمري میاشتو له مخې اوډون شوي دي، چې د بېلګې په توګه، که د رمضان میاشت یو کال په دوبي کې راشي، په یوه کال کې هم په ژمي کې راشي، یا که د حج مراسم کوم کال په دوبي کې وي، چې په مني او ژمي کې هم راشي.

زموږ په لمونځونو کې قیام او قعود، د ذکرونو په لوړه او رو ویل، په بېلابېلو وختونو کې اقامه، بېلابېلې دعاوې او ډول ډول جملې لیدل کېږي، چې ټولې د الله د حکمت نښه ده.

4. د مطالبو ډلبندي

هغه چار چې په ښوونه او تبلیغ کې ګټوره ده، د مطالبو ډلبندي ده. د مطالبو ډلبندي د توکیو د بسته بندۍ په شان ده، چې نن یې په یوه ښکلې، کوشني او لېږد وړ بسته کې یو صنعت پېژندل کېږي. په ډلبندۍ هم  ښووند مطالب ښه وړاندې کولای شي او هم پرې مخاطب ښه پوهېږي او مطلب یې ذهن ته ښه ورننباسي. د بېلګې په توګه:

که وغواړو د تقلید په اړه خ خبره وکړو، د تقلید چار داسې ډلبندوو:

څلور ډوله تقلید لرو:

الف) عالم له عالمه؛

ب) جاهل له جاهله؛

ج) عالم له جاهله؛

د) جاهل له عالمه.

بیا یې دلیل راوړو، چې درې لومړي ډولونه یې ناسم او روستی یې سم دی.

څلور ډوله ښځې او مېړه دي:

1.هغه ښځه او مېړه،چې په نېکچارۍ کې همآندي او همګام دي. (لکه حضرت علي او حضرت فاطمة الزهرا) «یُطْعِمُونَ الطَّعامَ[415]»

  1. هغه ښځه او مېړه، چې په خباثت کې همآندي او همګام دي.(ابولهب او مېرمن یې) (تَبَّتْ یَدا أَبِی لَهَبٍ … وَ امْرَأَتُهُ حَمّالَهَ الْحَطَبِ)
  2. هغه کورنۍ چې سړی یې ښه؛ خو ښځه یې بده ده. (د حضرت لوط او حضرت نوح مېرمنې) (کانَتا تَحْتَ عَبْدَیْنِ …فَخانَتاهُما[416])
  3. هغه کورنۍ چې ښځه یې ښه؛ خو سړی یې بد دی.(د فرعون مېرمن) «مَثَلاً لِلَّذِینَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ»

درېیمه او څلورمه بېلګه یې په تحریم سورت کې پلټلای شو.

  1. ټولګی مو دوه اړخیز کړئ

په یو اړخیز ټولګي کې یوازې  ښووند ویونکی وي او زدکړیال یوازې اورېدونکی؛ نو دا ټولګی به بې خونده، ستړی کوونکی او کم پایلی وي. که تدریس او ټولګی دوه اړخیز وي؛ نو د مخاطب ذهن به فعال او ستړیا به یې لږه وي او خوند به یې ډېر وي.

د خبرو منطق، هغه منطق دی، چې په قرآن کریم کې ورته څو څو ځل اشاره شوې ده. د «قالوا» ټولې کلمې په دې مانا دي، چې: ((هغوی وویل)) او د «قل» ټولې کلمې په دې مانا دي، چې: ((ته ووایه))

همداراز ډېری آیتونه د «یسئلونک» په کلمه پیل شوي، چې له خلکو سره د پېغمبر اړیکه ښيي، چې دوه اړخیزه، صمیمي، ازادانه او متنوع اړیکه وه او کله به خلکو پوښتنه نه درلوده؛ خو اسماني ښووندانو حکم ورکاوه، چې وپوښتئ: ((فَسْئَلُوا أَهْلَ‏ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ [417] = نو که نه پوهېږئ پوهان وپوښتئ)). یا حضرت علي کرم الله وجهه وايي:«سلونی قبل ان تفقدونی؛[418]= و مې پوښتئ، مخکې له دې چې له لاسه مې ورکړئ»

په دوه اړخیزو خبرو کې، پر ښوونې او روزنې سربېره، یو ډول دوستي، لېوالتیا او مړانه هم نغښتې وي.

6. پوښتنه او ځواب

د مفاهیمو د لېږد یوه مهمه لار، د پوښتنې په جوړولو سره، د ویېنې وړاندې بیول دي، چې دا کار پوهې ته د مخاطب تنده نوره هم راپاروي. همداراز زدکړیالان په دې کړنلار او د دقیق او سازنده پوښتنو اوڅارولو، له خپل ښوونکي سره د تدریس په ښه وړاندې کولو او روښانولو کې مرسته کوي.

قرآن کریم د پوښتنې او ځواب چار ته ډېره اشاره کړې ده: کله په «هل» کلمه، کله په «أ» استفهامي همزه (أ)، کله په «من» کلمه، کله په «أنّی» کلمه، کله په «أینَ» کلمه او کله په رټونکې پوښښتنه او… .

رسول الله: «علم یوه زېرمه ده او کونجي یې پوښتل دي، وپوښتئ، چې الله درولورېږي، چې الله د علم په چار کې څلورو وګړیو ته ثواب ورکوي؛ پوښتونکی، ښووند، اورېدونکی او له دې دوو سره منیه کوونکی.»[419] امام صادق وويل: « د خلکو هلاکت او بدمرغي په دې پار ده، چې پوښتنه نه کوي.»[420]

پوښتل ډېری ګټې لري؛ لکه معلومات لاس ته راووړل، د ښووند علمي وده، د مخاطبینو د روحیاتو پېژندنه، له مخاطبینو سره د اړیکو پیاوړي کول، د خجالت، غرور او تکبر له منځه تلل. هغه چې پر یو څه نه پوهېږي؛ خو نه یې پوښتي؛ نو یا په کبر او غرور ککړ دی او یا پر ناروا شرم او خجالت.

البته ځینې وګړي له پوښتنې منفي انګېزه او موخه لري، چې د ښووند دې ورته پام وي؛ لکه تر چالش لاندې راوستل، پلمه لټول، ځانښوونه، د ښووند سپکاوی او په نورو کې د شک او تردید رامنځ ته کول.

امام صادق: « سَلْ تَفَقُّهاً وَ لا تَسْألْ تَعَنُّتاً= پوهېدو ته پوښتنه وکړه، نه ځانښوونې او پلمه لټوونې ته.»[421] د«عنت» کلمه د سختۍ په مانا ده؛ یعنې له پوښتلو مو دې موخه، استاد په سخته/ستونزه کې اچول نه وي.

داچې څوک وپوښتو او څوک مو د پوښتنو ځوابولو صلاحیت لري؛ نو په دې اړه قرآن کریم وايي: ((فَسْئَلُوا أهْلَ الذِّكْرِ اِن کُنتُم لاتَعلَمون [422] ))دا آیت یو ټولیز آر اوڅاروي، چې د هر بشر عقل یې مني او هغه پوه او کارپوه ته مراجعه ده؛ یعنې پر څه چې نه پوهېږئ، خبرګان او پوهان وپوښتئ؛ البته په دیني چارو کې د «اهل ذكر» غوره مصداق، د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم اهل‏بيت دي. په دې اړه له سني او شیعه وو ډېری روایتونه رانقل شوي دي. طبري، ابن‌كثير او آلوسي هم ددې آيت په تفسیر کې، اهلِ ذكر، د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم اهل‌بيت ښوولي دي.[423]

البته ښووند دې خپل زدکړیال او مخاطب ته دا ټکی ورزده کړي، چې هغه پوښتل په کار وي، چې پخپله نشو وررسېدای، نه داچې پر څه چې نه پوهېږو، بې ځنډه او فکره یې وپوښتو. آيت نه وايي: که نه پوهېږئ؛ نو وپوښتئ؛ بلکې وايي: ((فَسْئَلُوا… إِن كُنتُم لا تَعلَمُونَ))، که پوهېدای نشوئ؛ نو اهل ذکر وپوښتئ.

د پوښتونکي او پوښتېدوني په اړه یو لړ خبرې دي، چې باید په پام کې ونیول شي. دا خبرې په اتم څپرکي کې له نورو ټکیو سره راغلي دي؛ ان‌شاء‌الله تعالی.

7. بېلګې ښوول

د تدریس یوه بریالۍ کړلار، د بېلګو وړاندې کول دي. بېلګې په ښوونه او روزنه کې مهمه ونډه لري؛ ځکه په ښوونه او روزنه کې د عیني او عملي بېلګې راوړاندې کول، یو لازم چار دی. بايد ښه بېلګه معرفي کړو، چې خلک په بدو بېلګو پسې ولاړ نشي. قرآن کریم د ښځمنو او سړیو ځینې وګړي، د بېلګې په توګه معرفي کړي دي، چې د ویېنې د ارزښت په پار ورته لنډه اشاره کوو:

حضرت ابراهیم علیه السلام، لارویان او روزل شوي یې یو له هغو بېلګو ځنې دي، چې قرآن کریم اوڅار کړي دي:

((قَدْ كانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْراهِيمَ‏ وَ الَّذِينَ‏ مَعَهُ [424]= په يقين، ابراهيم او ملګري يې په چلن کې درته غوره بېلګه ده)) «أُسْوَةٌ» له «تأسى» اخستل شوې او له بېلګې لاروۍ او د لارې د مشال ټاکل یې دي.

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم هم یو له هغو بېلګو ځنې دی، چې قرآن راښوولې ده: ((لَقَدْ كانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الْآخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً[425]= په يقين، د الله د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې الله او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او الله ډېر يادوي. ))[426]

همداراز په قرآن کریم کې نورې بېلګې هم ښوول شوي دي؛ لکه:

 حضرت یوسف علیه السلام په عفت او پاکلمنۍ کې، حضرت ایوب علیه السلام په صبر (الله ورته د نعم العبد لقب ورکړ) او حضرت سلیمان علیه السلام په حکومتولۍ کې (هغه تر ټولو ستر حکومت درلود)، دا ټول، ګرد سره هغه وګړي دي، چې دنیا غافل کړي نه دي. همداراز حضرت داوود علیه السلام د مړانې بېلګه ده؛ ځکه قرآن کریم یې په اړه وايي: «دی ځوان په جګړه کې په یوازې ځان د کفر ډلمشر وواژه او له الله یې مډال واخست: حکومت، حکمت او ناپایه پوهه.»[427]

حضرت علي‏بن ابىطالب کرم الله وجهه هم د سرښندنې بېلګه ده؛ ځکه د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د هجرت په شپه یې په بستر کې ویده شو.

همداراز په قرآن کریم کې ښو او ناوړه ښځو ته اشاره شوې ده. په تحریم سورت کې، قرآن کریم د ښځو مثبتو او منفي بېلګو ته اشاره کړې ده او له هرې ډلې یې دوې راښوولې دي؛ د فرعون مېرمن او حضرت مريم یې مثبتې بېلګې معرفي کړې دي او د حضرت لوط او حضرت نوح مېرمنې یې منفي بېلګې معرفي کړې دي.

 د آسیه په باب قرآن کریم ویلي: « او الله مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي، چې [د سختو کړاوونو د زغملو پر مهال] يې وويل: ((پالونكيه! ما ته په خپل خوا کې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ما له فرعون او كړنو يې وژغوره او (هم) مې د ظالمانو له ډلې بچ کړه![428] )) دا آیت د فرعون د مېرمن؛ آسیه په باب دی؛ هغه مهال چې آسیه د حضرت موسی معجزه ولیده؛ نو ایمان یې پرې راووړ او فرعون یې هم په سزا کې، په پښو او لاسونو کې مېخونو وروټومبل او تر ټکنده لمر لاندې یې ودروله. د آسیه د عمر روستۍ شېبې چې وې؛ نو داسې دعا یې وکړه: ((رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتاً فِي الْجَنَّةِ )) آسیه د مؤمنو ښځمنو یوه غوره بېلګه ده، چې په ژوند لیک کې یې ډېری سبقونه نغښتي دي.[429]

همدارا ز، قرآن کریم خپل استازي ته حکم کوي، چې حضرت مریم یادوه: ((وَ اذْكُرْ فِي الْكِتابِ مَرْيَمَ.[430] )) حضرت مریم یوازېنۍ مېرمن ده، چې نامه یې په قرآن کې راغلې ده. نامه یې 31 ځل د قرآن په 12 سورتونو کې راغلې،چې 12 ځل د «عيسى‏بن‏مريم» په بڼه راغلې ده او د قرآن یو سورت یې هم په نامه دی. الله تعالی د قرآن په یوه آیت کې وايي:

((وَ مَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَها فَنَفَخْنا فِيهِ مِنْ رُوحِنا وَ صَدَّقَتْ بِكَلِماتِ رَبِّها وَ كُتُبِهِ وَ كانَتْ مِنَ الْقانِتِينَ [431]= او (همداراز) د عمران لور مريم [بېلګه راوړي]،چې پاكلمنې وه؛نو موږ پكې له خپل روح ځنې وپوکه او د خپل پالونكي خبرې او كتابونه یې رښتيني وګڼل او له منونکيو ځنې وه. ))

همداراز د منفي ښځو د معرفۍ لپاره یې د حضرت لوط او حضرت نوح مېرمنو ته اشاره کړې ده، چې د الله د استازي په کور کې یې ژوند کاوه؛ خو فسق، فجور او خیانت ته یې مخه کړې وه.[432]

8. نوټ واخلئ او غوره ټکي وړاندې کړئ

ژبه او قلم لېږدوزلې دي؛ خو د انسان ارزښت یې په قلم دی؛ ځکه نطق څاروي هم لري. قرآن کریم وايي: ((عُلِّمْنا مَنْطِقَ الطَّيْرِ.[433]))؛ نو پردې بنسټ الوتونکي هم نطق لري؛ خو قلم نه لري. قلمونه او لیکونه د پوهو ساتندویان دي. هغه الله چې کله هم هېڅ هم نه هېروي، ټولې چارې ثبتوي: ((وَ نَكْتُبُ‏ ما قَدَّمُوا وَ آثارَهُم [434])) او لوح محفوظ لري؛ یعنې هغه سند چې هراړخیز ساتل کېږي: ((فِي‏ لَوْحٍ‏ مَحْفُوظٍ [435])) قرآن کریم پر «قلم»[436] سوګند یاد کړی او ترڅنګ یې لیکل شويو ته هم اشاره کړې ده: ((ن وَ الْقَلَمِ وَ ما يَسْطُرُون‏. [437])) «سطر» د لیکنې اوډون ته وايي.

په یوه حدیث کې راغلي دي، چې علم مو په لیکلو تثبیت کړئ: «قیدوا العلم بالکتابة»[438] او امام صادق تل قلم درلود او کله به یې قلم تر غوږ شاته ایښوده.

ټولګي او ویناوالي په زړه کولو ته، د خپلې مطالعې یا د نورو د ویناوالۍ پر مهال یې، د زړه پوریو ټکیوو ښکار او یادداښت کول پکار دي، چې دا کار په ټولګي کې تدریس او یا ویناوالي بډایوي او ښووند ته یوه علمي زېرمه شمېرلېږي. چېرته چې پر علم سپارښتنه شوې، پر لیکلو او یاددښت اخستو هم ټینګار شوی دی؛ ځکه زده کړه او قلم یو له بله جلا نه دي او یوازې پر خپله حافظه اډانه نه ده پکار.

لیکنې دې په ښه قلم وشي او کلمې دې مفهوم ولري؛ داسې چې په راتلونکي کې که پخپله لیکوال یا بل مینوال، په هرو شرایطو کې –ان که په سترګو کې ستونزه هم ولري- وکولای شي، دا لیکنه ولولي. همدارز لیکل دې خوش خط وي او ترمنځ دې یې مناسب واټن وي، چې نور هم ترې ګټنه وکړای شي او که چا یاددښت کول غوښتل، چې هغه هم ترې ګټنه وکړای شي. ښکلي لیکل، لوستني لیکل، مستند لیکل، منظم لیکل، لنډ لیکل، اسراف نه کول او د قلم او کاغذ درناوی، د لیکلو له آدابو ځنې دي.

نوټ اخستل یو لړ برکتونه لري؛ لکه:

تدریس او ویناوالي مستندوي او د مخاطب د منلو کچه لوړوي.

سندونه یې د بیاکتنې وړ او بشپړېږي.[439]

اخستل شوی نوټ دې نورو ته هم ورکولای شې.

که زدکړیال پوه شي، چې ښووند یې حساب شوی، له مطالعې او اوډون شويو نوټونو سره ویناوالي یا تدریس کوي؛ نو دا روحیه او ځانګړنه یې په زدکړیال کې هم راټوکېږي.

د مطالبو له هېرېدو او بیا همدې مطلب ته په بل وخت کې چمتووالي ته یې له وخت ورکولو مخنیوی کوي.

نن کولای شو، په موبایل، فلش، کمپیوټر او ډول ډول مسنجرونو او نړیوالو پوهنغونډونو او سایټونو کې خپل نوټونه زېرمه کړو، چې له ورکېدو او وایرس وهلو یې هم مخنیوي کېږي او هر وخت لاسرسوړ وي.

9. تدریس کړلار (کورس پالیسي) درلودل او د یادداښت له مخې تدریس

هغه مطالب چې ښووند یې وړاندې کوي، سربېره پردې چې د پخوانۍ مطالعې پر بنسټ وي، باید د یوې کړلار له مخې وي. تدریس کړلار د ټولګي د لار نقشه ده، چې  ښووند باید زده کړه له کومه پیل کړي او په کوم ځای کې یې پای ته ورسوي. ښووند دې په تدریس کړلار کې، مطالب داسې اوډون کړي، چې د هر څه ځای پکې معلوم وي، ترڅو له تدریسه هغه پایلې ته ورسي، چې د ښووند په پام کې ده.

شته داسې ښووندان او مبلغین، چې خپل ټولګي یا ویناوالۍ ته ډېره مطالعه کوي، نوټونه یې هم اخستې وي؛ خو داچې د وړاندې کولو کړلار یا چوکاټ نه لري؛ نو له ستونزې سره مخ شي. مطالعه او نوټ اخستل، د ((ټاکنې)) پړاو او څنګه وړاندې کولو ته یې ځیرنه ((اوډونه)) ده. د ټولګيوالۍ او ویناوالۍ یو مهم شرط، د مطالبو ((ښه ټاکنه)) او ((په ځیر اوډنه)) ده.

پاموړ خبره ده، چې ((تدریس کړلار)) دې په لیکلې بڼه له استاد سره وي، چې په تدریس کې پر ګټنې سربېره یې په نورو ځایونو کې هم ګټنوړ او ارشیف شي.

همدارز ښووند دې د ویېنې او درس د لرلید ټاکلو په موخه، آریز لړلیک په تخته ولیکي؛ د بېلګې په توګه، که د سفر په اړه تدریس یا ویناوالي لري، لړلیکونه دې یې داسې اوڅار کړي:

  1. د سفر برکتونه
  2. د سفر ډولونه (علمي او تجربي، تفریحي، سوداګریز)
  3. د سفر موخې
  4. د سفر آداب
  5. د سفر آفات
  6. خطرناک او رټل شوي سفرونه
  7. ګټور یا تاواني سفرونه

10.له چوکاټونو او حرکتونو سره د منځپانګې تناسب

هره منځپانګه او مطلب، په خپل ځانګړي لوښي کې ښه برېښي. منځپانګه د خوړو په څېر ده؛ هر خواړه خپل ځانګړی لوښی غواړي. له امامانو په رانقل شویو دعاوو کې، الله ته یې په هغه نامه غږ کوو، چې زموږ له غوښتنې سره همغږی وي،  د بېلګې په توګه:

ـ له الله چې رزق غواړو؛ نو وايو: «یا خیر الرازقین»،

ـ له الله چې بریا غواړو؛ نو وايو: «یا خیر الناصرین»،

ـ له الله چې فتح غواړو؛ نو وايو: «یا خیر الفاتحین»،

ـ له الله چې لورنه غواړو؛ نو وايو: «یا ارحم الراحمین».

په ډېری دعاوو کې د چوکاټونو دا ښکلاوې تر سترګو کېږي.

په ټولګي او ویناوالۍ کې هم د منځپانګې او چوکاټ همغږي، یو اړین چار دی. سیاسي، نصیحتي، خطابي او … منځپانګې دې په خپل چوکاټ کې ور ړاندې شي. ویناوالي او ټولګیوالي دوه ځانګړیو شرنګونو او کړنلارو ته اړتیا لري. ګواښنه او زېری، دوه ډوله بیان او دوه ډوله چوکاټ ته اړتیا لري، چې باید مراعات شي. همداراز خوشحالوونکي او تازه کوونکي مطالب او زېري دې په خوشحاله لحن او غمجن دې په غمجن لحن وویل شي.

له منځپانګې سره د لاس حرکت د ویناوالۍ او ټولیګوالۍ جذابیت لاپسې نور هم ډېروي. په دې کې شک نشته، چې ښووند او ویناوال دې په خپله ویناوالۍ کې د لاس له حرکته ګټنه وکړي؛ ځکه دا کار د زدکړیال او مخاطب پام رااړوي؛ خو د لاس له حرکت سره یې ترڅنګ، تناسبهم اړین دی. د بېلګې په توګه: که په څاه کې د حضرت یوسف علیه السلام د ورغورځېدو خبره وي؛ نو د لاس حرکت دې د ځمکې پر لوري وي؛ خو که د حضرت محمد (ص) د معراج په اړه وي؛ نو د لاس حرکت دې مخ پورته وي.

11. د غونډلو او لغتونو د شرنګ تناسب

که څه په ډېری ځایونو کې ساده بیان خورا ګټور چار وي؛ خو په ځینو ځایونو کې د لغتونو شرنګ او د کلمو اوډون او د سجع په پام کې نیول هم خورا اغېز شیندي؛ په تېره د ټولګي په پیل او پای کې.

په ځینو ځایونو کې، د قرآن کریم ښوونې په آهنګین او مسجع بڼه ویل شوي دي؛ د بېلګې په توګه، حمد سورت ځانګړی شرنګ لري. د حمد سورت روستي کلمې «رحیم»، «عالمین»، «یوم الدین»، «نستعین»، «مستقیم»، «ضالّین» او د توحید سورت پای برخه په «احد»، «صمد»، «یلد» او «یولد» کلمو سره ځانګړی شرنګ لري. په ټول قرآن کریم کې داسې هنرمندي تر سترګو کېږي.

په جوشن کبیر دعا کې ـ چې د الله ۱۰۰۰ اسمای حسنا پکې دي ـ همداچې د الله هغو ځانګړنو ته وررسو چې په پای یې د «ب» حرف دی؛ نو وايو: «یا حبیب»، «یا طبیب»، «یا قریب»، «یا رقیب»، «یا حسیب»، «یا مهیب»، «یا مثیب».

او همداچې د ((ل)) حرف ته رسو؛ نو د حروفو چوکاټ ((ل)) ټاکي: «یا مسهل»، «یا مفصل»، «یا مبدل»، «یا مدلل»، «یا منزل»، «یا منول»، «یا مفضل»، «یا مجزل» او همداسې نور حروف.

پاموړ ده، چې له مسجع توب مراد یوازې د کلمو شرنګ ته پام نه دی؛ بلکې د لغتونو د شرنګ ترڅنګ، مانا دې یې هم په پام کې ونیول شي او ښه به وي، چې په ځینو ځانګړیو شرایطو کې دې مطالب په آهنګین او شرنګ بڼه وي.

12. د وختونو او ځایونو تناسب

وخت او ځای په ښوونه او روزنه کې دوه ګټور عنصرونه دي. دا خبره مهمه ده، چې په کوم وخت کې کوم ټولګی او کوم نصیحت ولرو او څه پېغام ورکړ. اسلام هم په خپلو کړلارو دې دوو عنصرونو ته پاملرنه کړې ده. په قرآن کریم کې د شپې او ورځې د وخت د عنصر په اړه راغلي دي: ((وَ جَعَلْنَا اللَّيْلَ لِباساً [440])) ، ((وَ جَعَلْنَا النَّهارَ مَعاشاً [441] )).

رسول الله چې په مكه کې و؛ نو د بيت‌المقدس پر لوري یې لمونځ کاوه؛ خو تر هجرت روسته چې یهودو نخرې پیل کړې[442]؛ نو قبله بدله شوه. همداراز امامانو به د وخت او ځای د شرایطو له مخې هوډونه کول. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د ماشوم روزنې په اړه هم د وخت له پلوه یو لړ پړاوونه تعریف کړي دي.[443]

د حضرت يوسف علیه السلام په داستان کې لولو: همداچې متوجه شو،چې د خوب تعبیر ته یې اړتیا ده؛ نو فرصت یې غنیمت وګاڼه او داسې تبلیغ یې وکړ: ((يا صاحِبَيِ‏ السِّجْنِ‏ أَ أَرْبابٌ مُتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْواحِدُ الْقَهَّارُ[444] = دوه زنداني ملګرو! ايا خپاره واره (او ګڼ شمېر) پالونکي غوره دي که يو زورور”الله” ؟!))

قرآن کریم هم د معاد جوتولو ته د پسرلي او ځمکې د زرغونېدا خبره کړې ده: ((وَءَايَةٌ لَّهُمُ الْأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبّاً فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ [445]= او مړاوې [=شاړه] ځمكه ورته يوه نښه ده [،چې] راژوندۍ مو كړه او غلې دانې مو ترې راوايستې، چې و يې خوري .)) همداراز په حدیث کې لولو چې د پسرلي یو برکت دادی، چې د بوټیو راټوکېدل او د ونو زرغونېدل را ته د معاد منل اسانوي. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي : «اذا رأيتُم الرَّبيعَ فَاكثروا ذكر النُّشور= چې پسرلی مو وکوت؛ نو قیامت او د تر مړینې روسته د مړیو راژوندي کېدل ډېر یادوئ.»

ښووند دې وخت او ځای دوو عنصرونو ته ډېر پام ولري؛ له هر مناسبته، ان د ونو د پاڼو رالوېدل ، زرغونېدل یې، ورښت، د انسان زوکړه، په جګړو کې یې بری یا ماتې او…. په اړه دې یې مناسبه خبره وکړي؛ یعنې له تشیال/ فضا او چاپېریاله دې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ګټنه وکړي. همداراز که د کوم وخت او ځای غوښتنه چې خوښي وي؛ نو خوښي دې څرګنده کړي او که غوښتنه یې خپګان وي؛ نو خپګان دې څرګند کړي او د شرایطو په لیدو دې غبرګون وښيي.

13.د سبق د مځپانګې مستندسازي

څومره چې د سبق مستندات او منځپانګه ډېره، پیاوړې او لومړۍ لاس وي؛ نو ډېر اغېز به شیندي. په قرآن کریم کې لولو: « داسې دين یې دروټاکه، چې نوح ته یې د هغه سپارښتنه كړې وه او چې څه مو در وحې كړي او (همداراز) څه چې مو ابراهيم، موسى او عيسى ته د هغه سپارښتنه كړې.»[446] او د قرآن کریم په بل ځای کې وايي: څه مو درنازل کړي، هماغه څه دي، چې د حضرت ابراهیم او موسی په صحیفو کې مو درنازل کړي دي: ((إِنَّ هذا لَفِي الصُّحُفِ الْأُولى‏ * صُحُفِ‏ إِبْراهِيمَ‏ وَ مُوسى [447]= بېشكه دا (لارښوونې) په لرغونو (اسماني) کتابونو كې هم (راغلي) دي؛ (هماغه) د ابراهيم او موسى په صحيفو كې.)) داچې په قرآن کریم کې ډېری ځل د «مصدّق» کلمه کارېدلې ده، ددې لپاره ده، چې د اسلام پېغمبر (ص) وویلای شي، چې زه له تېرو پېغمبرانو او احکامو سره یې همغږی یم.

په قرآن کریم کې لولو، چې هم تېرو آسماني کتابونو او هم پېغمبرانو د اسلام د پېغمبر د راتګ زېری ورکړی و او هم د اسلام پېغمبر، د تېرو آسماني کتابونو، نه اړول شوې منځپانګه مني او لکه څنګه قرآن نور ګڼي، نه اړول شوی تورات او انجیل هم نور ګڼي: ((إِنَّا أَنْزَلْنَا التَّوْراةَ فِيها هُدىً وَ نُورٌ.[448]))

کله یو عادي حدیث په دې پار یو قوي حدیث ګڼل کېږي او د یوه قوي او مستند حدیث ځګی مومي، چې علماوو او مراجعو پرې عمل کړی او له مخې یې فتوا ورکړې ده او «عملي شهرت » لري.

ښووند چې مستند وګړېږي؛ نو د مخاطبانو به یې پر خبره ډاډ شي او بلخوا ښووند مقیدوي، چې بې مستنده او بې علمه خبره ونکړي؛ ځکه د یوه کار کول او نه کول یا شرعي دلیل غواړي یا عقلي؛ نوځکه د حلالو تحریمول او د حرامو حلال، پر الله افتراء ده.

14.د سرچینو ښوونه

د ویېنې اړوند سرچینې معرفي کول، د تدریس یوه اړتیا او د بریالیو ښووندانو یوه کړلار ده. ښه ښووند هغه دی، چې د خپل علم او تجربې پر لېږد سربېره، د خپلې منځپانګې سرچینې هم معرفي کړي. سرچینو ته په رجوع کې یو لړ برکتونه دي؛ لکه: د نورو زحمتونه نه هېرېږي، نوی کهول له پخواني سره آشنا کېږي او منځپانګه دقیق شي؛ ځکه کله سرچینې ته په مراجعې سره، زموږ د وینا او سرچینې توپیر څرګندېږي او د دقت کچه مو لوړوي.

کله سرچینو ته په مراجعې سره، انسان نويو مطالبو ته رسي. که تاسې له امام جماعت نه یوه پوښتنه وکړئ؛ نو هماغه پوښتنه به مو ځواب کړي؛ خو که پرې پوهېدو ته فقهي رسالې ته مراجعه وکړئ؛ نو د خپلې پوښتنې پر ځواب سربېره به نور څه هم ترګوتو کړئ.

د سبق د سرچینې معرفي کول او څېړنې او مطالعې ته د نویو سرچینو معرفي کول، یو غوره کړنلار ده، چې زدکړیالان ډېرې مطالعې او بشپړو معلوماتو لاس ته راوړو ته هڅوي.

15. تغافل

یو مهم چار چې د ښووند په بري کې ونډه لري، له «تغافل» ګټنه ده. کله دې تېروتنه او سرغړونه نالیدې وګڼل شي او کله دې پرې ټپسورول وکړل شي.[449] البته تغافل د وګړیزو او جزيي چارو په اړه دی؛ ګنې له مهمو چارو تغافل نشي کېدای. دښمنان چې د اسلامي نظام ړنګېدو ته نقشې کاږي، هیلمن دي، چې مسلمانان ترې غافل شي: ((وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ تَغْفُلُون.[450] ))

د سرغړونې یوه زمینه داده، چې انسان وننګېري، چې په ټولنه کې آبرو او کرامت نه لري، عذر یې نه منل کېږي او څوک یې پر خبره ډاډ نه کوي؛ نو په دې بڼه کې، د سپکاوي او بې آبرویۍ ننګېرنه یې هرې سرغړونې ته اړ باسي. اسلام وايي: کله دې انسان ځان نانګاره کړي او داسې دې وبرېښوي، چې د نورو سرغړونو ته مې پام نه دی، چې په دې توګه، د انسانانو کرامت او وګړه ماته نشي. د حضرت یوسف روڼو چې کله هغه تر کلونو کلونو روسته ولیده؛ نو و یې نه پېژنده، هغه ته یې وویل: (( موږ د یوسف په نامه یو رور درلود، چې غل و.)) حضرت يوسف ځان نانګاره کړ او هېڅ یې و نه ویل، چې هغه رور زه یم، چې تاسې ورته غل ویاست.[451]

16. له احساساتو او عواطفو ګټنه

پر مخاطبانو د اغېز شیندلو یوه لار یې له احساساتو او عواطفو ښه ګټنه ده. قرآن کریم په ډېری ځایونو کې له دې کړنلار ګټنه کړې ده؛ د بېلګې په توګه: « او تاسې هېڅوك يو د بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه رور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله لورین توبه قبلوونكى دى.»[452] په واقع کې، قرآن کریم، په دې تشبیه سره د انسان عواطف او احساسات په نښه کړي دي.[453]

د قرآن کریم په بل ځای کې لولو: « ايمانوالو! له خپلو لاس ته راوړنو او څه چې موږ له ځمكې درته را ايستلي (له سرچينو، كانو، ونو او بوټو) ډېر غوره يې ولګوئ او (داسې نه چې) د خراب او بد (څيز) د وركولو په هوډ كې شئ، چې كه څوك هماغه څيز دركړي؛ نو هسې يې په سترګو پټولو ومنئ او پوه شئ، چې الله ستایلی غني دى.»[454] همداراز داچې قرآن کریم، د بېوزلیو لاسنیوي ته د خلکو احساسات راوپاروي، وايي: ((يَتِيماً ذا مَقْرَبَةٍ [455]؛ یعنې هغه پلارمړی چې خپلوان دې دی))، ((أَوْ مِسْكِيناً ذا مَتْرَبَةٍ[456]؛ یا هغه بېوزله چې پر خاوره ناست دی.)) د پلامړي خپلوۍ او پر خاوره د بېوزله ناستې ته اشاره، د احساساتو راپارولو ته دي.

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په بيعت، رورولۍ او اخوت، د انبیاوو د لارویانو د وفادارۍ او پتمنۍ د کیسې په کولو، له خلکو سره په مشوره، د مسلمان او نامسلمان رنځور پوښتنې ته په تګ، له هغوی سره مینه کول، چې کنځل به یې، د مکې د سوبې پر ورځ د مکیانو په بښنه، د عمومي بښنې په اعلان او هغوی ته په دعا چې نه به یې لیده؛ په دې ګرد سره چارو یې خلک ښېګڼو، پر نېکیو امر او له بدو منع ته رابلل.

موږ دې هم په روزنیزو او فرهنګي چارو کې له دې کړنلار ګټنه وکړو؛ د بېلګې په توګه: هغه ځوان ته چې یو پېغلې ته په بده سترګه ګوري، داسې وویل شي: «آیا خوښ یې، چې ستا په څېر یو ځوان، ستا خور ته هم په بده سترګه وویني ؟»

یا هغه مېرمن یا نجلۍ ته چې په سینګار او بد حجاب سره ځان نورو ته وروړاندې کوي، داسې ووايو: «آیا چمتو یې چې پلار یا مېړه دې هم له بلې مېرمن سره مینه پیدا کړي؟» هرومرو به وايي: نه. بیا ورته وویاست: « که ته چمتو نه یې چې د پلار یا مېړه زړه دې له خپلۍ کورنۍ بلخوا ولاړ شي؛ نو تاسې هم په دا ډول سینګار او بدحجاب، د نورو زړونه او سترګې ځان ته مه راماتوئ!»

17. هڅونه او رټنه

هڅونه او رټنه په تبلیغ، ښوونه او روزنه کې دوه پیاوړي ځواکونه دي. حضرت علي کرم الله وجهه له دې ځواکه په ګټنه ټینګار کوي، لیکي: « مالك! نېکچاری او بدچاری دې په نزد یوشان مه وسه؛ ځکه نېکیو ته د نېکچاریو له لېوالتیا مخنیوي کوي او بدچاري خپلو بدچاریو ته هڅوي.»[457]

الله تعالی یې له بندګانو غواړي، چې په یاد کې مه وسئ، چې په یاد کې مو وسم او تردې به بله کومه ستره هڅونه وي، چې د نعمت ولي د انسان په یاد کې وي: ((فاذكرونى اذكركم[458])) الله تعالی پر هغوی درود وايي، چې سهار ماښام یې یادوي او تسبیح یې کوي: ((هو الّذى يصّلى عليكم و ملائكته[459])) همداراز الله تعالی یې له خپل استازي غواړي، چې پر زکات ورکوونکیو-چې یو ستونزمن چار کوي- درود ووايي.[460] هو! الله تعالی شاکر دی او له ښو انسانانو په مننې یې هڅوي: ((انّ اللَّه شاكر[461].))

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم هم وړ وګړي هڅول:

ـ جعفر طيّار ته یې، د جعفر لمانځه ډالۍ ورکړه، چې په افریقا کې د اسلام بنسټ ایښوونکی و؛

ـ اتلس کلن اسامة (رض) یې پوځي بولندوی کړ؛

ـ د حضرت علي کرم الله وجهه پر سر یې خپله پګړۍ کېښووله؛[462]

ـ د خپلې رضاعي خور ډېر درناوی یې کاوه؛ ځکه هغه پر خپلو والدینو مهربانه وه.[463]

په تاریخ کې د امامانو په سیرت کې هم د هڅونې ډېری چارې لیدل کېږي.[464]

هڅونه نه یوازې د نېکچاریو د ودې او نور ښېګڼو ته د رابلنې لاملېږي؛ بلکې فاسدو انسان ته یو ډول کړخت هم دي. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: «ازجر المسى بثواب المحسن؛[465] له نېکچاریو سره په ښېګڼه کولو، بدچاري انسانان وکړوئ.»

همداراز پوښتنه او رټنه هم د روزنې اړتیا ده: ((فَوَ رَبِّكَ لَنَسْئَلَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ [466]= نو پر پالونكي دې قسم، چې (په قيامت كې) به دوی ټول وپوښتو؛ )) او اړینه ده، چې د هڅونې ترڅنګ رټنه هم وي. البته هڅونه او انعام ورکولو ته دې پر ګواښنې او رټنې لومړیت ورکړل شي؛ لکه څنګه چې په الهي کتاب کې راغلي دي: ((فَإِنْ تُطِيعُوا يُؤْتِكُمُ اللَّهُ أَجْراً حَسَناً وَ إِنْ تَتَوَلَّوْا كَما تَوَلَّيْتُمْ مِنْ قَبْلُ يُعَذِّبْكُمْ عَذاباً أَلِيماً [467]= د عربو (بېديانيو) پاتې شونيو ته ووايه: ((ژر به د يوه سخت جنګيالي قوم لوري ته وبلل شئ، چې ورسره وجنګېږئ يا (داچې) اسلام راوړي (او مسلمانان شي)؛ نو كه بلنه مو ومنله، الله به ډېر ښه اجر دركړي او كه د پخوا په څېر مو مخ واړاوه (؛ نو الله) به مو په دردناك عذاب وربړوي!))څرګنده ده، چې د‏ «أَجْراً حَسَناً» عبارت، تر «عَذاباً أَلِيماً» مخکې راغلی دی.

همداراز غوره ده، چې د هڅونې پرخلاف ـ چې څومره ډېره وي؛ ښه به وي ـ تر شوني بریده، په تېره په لومړي پړاو کې یې، رټنه د کنایې په بڼه وي؛ ځکه د قرآن کریم یوه روزنیزه کړنلار یې غیرمستقیم رټنه ده.[468] البته هڅونه او رټنه خپل آرونه او چوکاټ لري، چې په اتم څپرکي کې ویل کېږي؛ ا‌ن‌شاء‌الله تعالی.

18. په لړلیکونو کې ځيرنه

د مخاطب او زدکړیال د راجذبولو یوه ښه لار، د ښه او په زړه پورې لړلیکونو او عنوانونو ټاکل دي. جذاب عنوان، مخاطب تږی او راجذبوي؛ نو بریالي ښووندان دې د درس لپاره نوی او د حالاتو له مخې عنوان وټاکي. په دې اړه، ښه ده، چې د سبق له منځپانګې هغه عنوان وټاکل شي، چې د هماغې ورخې د ټولنې ستونزه او اړتیا وي. چې کله د درس عنوان ښه وټاکل شي؛ نو زدکړیال ننګېري، چې د درس مطالب د ټولنې له اوسنیو اړتیاوو سره سم وي.

همداراز دې خبرې ته مو دې پام وي، چې که غواړو داسې مطالب بیان کړو، چې د زدکړیال ترې زړه تور دی او یا یې د اورېدو لېواله نه دی؛ نو داسې مطالب دې په شاتنیو برخو کې او د نورو مطالبو په منځ کې نغښتی راوړل شي او مخاطب او زدکړیال دې ورسره سوکه سوکه اشنا کړو، د بېلګې په توګه، که غواړو چې د کفن په اړه خبره وکړو؛ نو له جامو یې پیلوو: د نوزېږي جامه، د ناوې جامه، نورو ته د جامې ډالۍ، د احرام جامه، د شهرت جامه، بربنډ ته جامه ورکول، غصبي جامه او د هر یو له توضیح روسته، روستۍ جامې ته چې کفن دی، ورشئ؛ خو که لومړی مو خبره له کفن پیل کړه؛ نو شونې ده، چې مخاطب یې اورېدو ته لېواله نشي.

19. آسانې او ساده خبرې کول

آسانې خبرې کول یو خورا مهم مهارت دی، چې ښووند دې ورسره آشنا وي او کار ترې واخلي. قرآن کریم ځان آسان معرفي کوي: ((يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ[469]))؛ خو په بل ځای کې وايي چې قرآن محکم کتاب دی: ((کتاب احکمت آیاته[470]))؛ یعنې ساده دی؛ خو سست نه دی؛ بلکې ویناوې یې پخې او پیاوړې دي. د ښووندانو او ښیونکیو دنده داده، چې د آسانو خبره سره سره پوخ او پیاوړی تدریس وکړي. مستدل او آسانه خبره د هغې پخې مېوې په څېر ده، چې نرمه ده؛ خو ورسته نه ده.

د ښووند د خبرې بنسټ دې علم وي. قرآن څو څو ځل پر هغه خبره نیوکه کړې، چې بنسټ یې علم نه وي: ((وَ لا تَقْفُ‏ ما لَيْسَ‏ لَكَ‏ بِهِ عِلْمٌ[471])) او حکم یې کړی، چې په غیرعلمي خبرو پسې مه ګرځئ؛ خو ورسره یې سپارښتنه ده، چې روانې خبرې کوئ؛ نو غوره ښووند هغه دی، چې عوام یې د روانۍ له لامله او خواص یې د منطقي توب له کبله خوښه کړي.

حضرت موسی علیه السلام له الله وغوښتل چې روانه او پسته ژبه ورکړي، چې ټول خلک یې پر خبره پوه شي: ((وَ احْلُلْ عُقْدَةً مِنْ‏ لِسانِي‏* يَفْقَهُوا قَوْلِي [472]= او له ژبې مې غوټه وسپړه؛ چې [خلک] مې په خبرو ژور پوه شي.))

قرآن کریم له خلکو سره د خبرو کولو په اړه یو لړ احکام لري؛ او له هغې ځنې داچې خبره دې نرمه، پسته، اسانه، پخه او مشهوره وي: ((قَوْلًا مَيْسُوراً[473]))، ((قَوْلًا لَيِّناً[474]))، ((قَوْلًا كَرِيما[475]))، ((قَوْلًا سَدِيداً[476])) ، ((قَوْلًا مَعْرُوفاً[477]))، ((قَوْلًا بَلِيغاً[478] ))

 

 

20. خوشحالۍ له پامه نه غورځول

انسان خوشحالۍ او خندا ته اړتیا لري او دا یو الهي حکمت دی. الله تعالی وايي: ((و انه هو اضحک و ابکی [479]))؛ یعنې دا الله دی، چې هم دې خندوي او هم دې ژړوي.

ډېری ښوونکي د مدرک، پوخ عمر یا ستریا ننګېرنې په پار، ټول مطالب په خورا جدي او بړوس چوکاټ کې وړاندې کوي او که ځینې وویني، چې زدکړیال یې موسکی شوی دی؛ نو سم غوسه کېږي، حال داچې خوشحالي د انسان یوه مهمه اړتیا ده او موږ هم کولای شو چې ډېری مطالب د خوشحالۍ او ورین تندي په چوکاټ کې وړاندې کړو.

لکه څنګه چې پېړۍ پېړۍ دي، چې د ویرنبولۍ غونډو په چوکاټ کې خلکو ته مطالب ته وړاندې شوي دي،  کولای شو د خوشحالیو په غونډو کې هم خلکو ته مطالب وړاندې کړو. ان په جوماتونو کې دې هم حلالې خنداوې وشي او جوماتونه دې په غمځایونو نه بدلوو. که ښوونکي د خندولو هنر ولري؛ نو ټولګی به یې حاضرۍ/سوبتیا اخستو ته څه چې بیخي ازمېینې اخستو ته اړتیا ونلري؛ ځکه څه چې انسان په خندا کې زده کړي؛ نو تل یې په ذهن کې پاتېږي.

 البته خوښۍ هم خپل آرونه لري:

ـ په خوښۍ کې دې کوم وګړی یا ډله سپکه نشي،

ـ خوښي دې انسان بدمست او غافل نه کړي،

ـ د خوښۍ رنګ دې تر سبق ډېر نه وي؛ هسې نه چې تر ټولګي روسته یوازې خوشحالي په ذهن کې پاتې شي؛ خو د سبق منځپانګه په ذهن کې پاتې نشي،

ـ د خوښۍ وخت ډېر اوږد نشي،

ـ خوښۍ دې حلالې او حکیمانه وي،

ـ په دروغو، پر نورو په ملنډو ، تور لګولو او د ګړیو په وېرولو دې خوښۍ رامنځ ته نه کړو،

ـ ښووند دې داسې ټوکې نه کوي، چې زدکړیال یې مسخره وګڼي،

ـ خوښۍ دې بې لګښته او طبیعي وي، چې هرڅوک ترې په هر ځای او سیمه کې ګټنه وکړای شي، هغه خوښۍ چې یوازې د شمتمنو په برخه کېږي او چې سترې ډلې، خوړو، مېلمستیاوو او سترو بودجو ته اړتیا ولري،

ـ په خوښیو کې دې له خلکو مرسته وغواړو؛ خلک ډېری داسې خاطرات لري، چې له خوښیو ډکې دي.

21. د متونو متوازن وړاندې کول

 ښووند او روزنکی دې د امر او نهې ترمنځ توله وساتي او تل دې منع کوونکی او د برېک حالت نه غوره کوي او که کومه تمبه تړي؛ نو بله دې پرانځي.

الله تعالی حضرت آدم او مېرمن ته یې له هر څه د ګټنې اجازه ورکړه؛ او له یوه ځانګړي خوړو یې منع کړل: ((وَ كُلا مِنْها رَغَداً حَيْثُ شِئْتُما وَ لا تَقْرَبا هذِهِ‏ الشَّجَرَة [480] = او ومو ويل: ((آدمه! ته او مېرمن دې په جنت كې مېشت شئ او په هر ځاى كې یې له نعمتونو، چې څه مو زړه غواړي، پرېمانه وخورئ (؛ خو) دغې ونې ته مه ورنژدې كېږئ، چې په خپل حق کې به تېری وکړئ))

همداراز حضرت لوط، هغه وګړیو ته چې(له مېلمنو سره لواط) د ګناه  لپاره یې په کور کې راټول شوي وو، په پیل کې وویل: (( لوڼې لرم او درنکاح به یې کړم او په حلاله توګه به تامین شئ: ((هؤُلاءِ بَناتِي‏ هُنَ‏ أَطْهَرُ لَكُمْ [481]= دا زما لوڼې دي، دوى درته ډېرې پاكې دي (او واده ورسره وكړئ او له ناكارۍ لاس واخلئ) ».

په روایتونو کې لولو: «څوک چې په کور کې ماشوم لري؛ نو پخپله دې هم ماشوم شي او لوبې دې ورسره وکړي»؛[482] ځکه ماشوم هم لوبې غواړي او که دا اړتیا یې موروپلار پوره نه کړي؛ نو پر ناسمه به پوره شي.

 ژڼي او ځوانان هم ورزش او لوبو ته اړتیا لري او دا اړتیا دومره مهمه ده، چې د حضرت یوسف علیه السلام روڼو یې خپل پلار د یوسف په لوبو کولو راضي کړ او ورته یې وویل: «یوسف راسره واستاوه، چې لوبې وکړو ». لوبو او ورزش ته د ځوان اړتیا، حضرت یعقوب غلی کړ او حضرت یوسف یې ورسره کړ. که څه هغوی خیانت وکړ؛ خو له منطقي لارې ورننووتل.

اسلام چې روژه نیول فرض کړې ده، پېشمني خوړل یې مستحب  کړي دي، چې په پېشمني خوړولو سره، په روژتي کې ځواک راپیدا شي. اسلام سپارښتنه کوي، چې د الله عبادت پر خلکو مه ورتپئ او د عباداتو په ورزده کړه کې، یوازې پر فرض چارو قناعت وکړئ!

22. له کیسو او داستان ګټنه

«قصص» هم کیسې او هم کیسې کولو ته وايي. کیسه او داستان د انسان په روزنه کې خورا مهمه ونډه لري؛ ځکه داستان، د یوه امت د ژوند عیني انځور او د یوه ملت عملي تجربه ده. تاريخ د ملتونو هینداره ده او چې له تاریخ او د تېرو له برخلیک سره آشنا شو، ته وا د هغوی د عمر هومره ژوند مو کړی دی. حضرت علي، په نهج البلاغه یودېرشمه خطبه کې خپل زوی امام حسن ته وايي: «د تېرو سرګذشت مې داسې مطالعه کړی او پرې پوهېږم، ته وا ورسره ژوند مې کړی او د هغوی هومره ژوند مې کړ ی دی ».

ښيي د کیسې د اغېزمنۍ یو لامل دا وي، چې انسان له کیسې سره زړګنۍ مینه لري. د بشري فرهنګ د تاریخ په ترڅ کې، تاریخي کتابونو او داستاني آثارو ځانګړی ځای درلود او ډېری خلکو ته پوهنوړ وو؛ خو په استدلالي او عقلاني ویېنو پسې لږکي خلک وو.

داستان انسان ته، لرې تاریخ رانږدوي؛ ناشوني، انسان ته شوني کوي او څرګندونې ورانځوروي؛ خو مهمه داده چې کیسه واقعي، لنډه، عبرتي، ناوړه زده کړې پکې نه وي او د مخاطب له عمر سره همغږې وي.

انسان کیسې اورېدو ته ورمات دی؛ که انسان وکولای شي، په بېلابېلو مناسبتونو کې له لنډو او اړوند کیسو ګټنه وکړي؛ نو د ټولګي او تدریس جاذبه به یې ډېره شي. له کیسو، متلونو، ولسي تعبیرونو او طبيعي کچو ګټنه، درون سبق سپکوي، اسانوي او روانوي.

په کیسو کې غوره یې، قرآني کیسې دي – چې تر ۲۶ ډېرې دي – او رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم هم په همدې کیسو، حضرت سلمان فارسي (رض) او حضرت ابوذر غفاري (رض) وروزه. په روایتونو کې ټول قرآن ته «احسن القصص» ویل شوی دی او دا کوم منافات نه لري، چې په اسماني کتابونو کې دې قرآن «احسن القصص» وي او د قرآن په سورتو کې دې یوسف سورت «احسن القصص» وي.[483]

قرآني کیسې له نورو سره توپیر لري؛ ځکه:

ـ کيسه ويونکى يې الله دى: Pنَحْنُ نَقُصُّO؛[484]

ـ موخه لري: ((نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْباءِ الرُّسُلِ ما نُثَبِّتُ بِهِ فُؤادَكَ))؛[485]

ـ حقّ دي، نه خيال: ((نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُمْ بِالْحَقِّ))؛[486]

ـ بنسټ یې علم دی، نه گومان: ((فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِمْ بِعِلْمٍ))؛[487]

ـ د اندنې وزله ده؛ نه د تخدير. ((فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ))؛[488]

ـ عبرتوزله ده؛ نه د تفريح و ساتتېرۍ. ((لَقَدْ كانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ))؛[489]

همداراز هغه روایتي داستانونه، چې په معتبرو کتابونو کې راغلي دي، له خورا غوره سرچینو رانقل شوي دي.

ښوونکي دې په کیسو کولو نه شرمېږي؛ ځکه الله تعالی وايي: زه پخپله کیسه کوم: ((نَحْنُ نَقُصُّ.[490])) همداراز داسې دې و انګېرل شي، چې د علمي او درنو مسلو پوهېدنه به تر کیسو کولو، ښه او ډېره اغېزمنه وي؛ بلکې سمه لار خو داده، چې د علمي او استدلالي مسایلو ترڅنګ دې مناسبې او اړوند کیسې هم ویلو ته وټاکل شي؛ خو خبره داده، چې د کیسې په لنډوالي او ټاکنه کې دې بشپړه ځیرنه وشي.

23. له مخې لوستل

د «تدریس کړلار» تر عنوان لاندې وویل شول، چې ښووند دې خپل مطالب په یوه لیکلي چوکاټ کې اوډون او وړاندې کړي؛ دلته دې مهم ټکي ته اشاره کوو، چې«تدریس کړلار» د ویېنې ټولیزه څېره او په حقیقت کې مهم عناوین او د درس نچوړ دی او ښووند دې یې ترڅنګ، خپل نوټونه ولري، چې د لمنلیکونو په نامه ترې ګټنه وکړي؛ ځکه چې کله یو ښووند ځینې لړلیکونه پر تخنه لیکي؛ نو توضیح ورکولو ته یې لیکلې بڼې ته اړتیا لري؛ نو ځکه دې د سبق مطالب له ځان سره لیکلي ولري او هېڅکله دې له مخه لوستل، د ځان لپاره سپکوونکی چار و نه ګڼي.

ډېره پرځای به وي، چې په ځینو وختونو کې چې ښووند د قرآن کریم آیت، حدیث، تاریخي متن یا د کوم مشر وینا رانقلوي؛ نو ښه به وي، چې وینا مستنده کړي او د معتبر متن له مخې یې ولولي، تر څو خپله وینا پیاوړې او د اورېدونکي ډاډ راجلب کړي او په رانقلولو کې له هر ډول تېروتنې مخنیوی وشي. همدارز له مخې لوستل، هم لوستونکي ته ډاډ دی او هم اورېدونکي ته.

24. غیرمستقیم ښوونه

پکار نه ده، چې ښووند دې تل، خپلې خبرې نېغ په نېغ وواي؛ بلکې یوه ګټوره لار داده، چې ښووند دې کله په غیر مستقیم توګه هم، خپل مطالب وړاندې کړي. د بېلګې په توګه: د الله په معرفي کولو کې کولای شو، هم د الله د پنځول شويو د ستریا په اړه خبرې وکړو او هم د یوه کوشني څيز په پنځولو کې د نورو له بېوسۍ. قرآن کریم کله د الله د خالقیت په اړه خبره کوي او کله په دې اړه د نورو د بېوسۍ په اړه؛ په دې وینا، چې که ټول راټول شئ؛ نشي کولای،ان یو مچ هم وپنځوي او که مچ ترې کوم څيز وتښتوي، بېرته یې ترې نشي اخستای.[491]

د انفاق په ویېنه کې وايي: «انفاق ډېر ثوابونه لري او الله هغه اړتیاوې پخپله پوره کوي، چې د انفاق له لامله رامنځ ته کېږي[492] او کله وايي: د هغوی بڼ وسوځېد، چې کنجوسي یې کړې وه او انفاق یې نه کاوه ».[493]

کله د الله د عزت خبره کوي[494] او کله وايي، چې شرک او د غیرالله نمانځل،انسان خوار او ذلیلوي.[495]

امام علي کرم الله وجهه وايي: سرغړاند په غیرمستقیم توګه ورټئ: «ازجر المسىء بثواب المحسن؛ له نېکچاري سره په نېکۍ، بدچاری انسان وکړوئ.»[496]

الله تعالی د مسیحیت د اړول شویو ګروهو رد ته، حضرت عیسی ته خطاب کوي: ((أَ أَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي‏ وَ أُمِّي‏ إِلهَيْنِ مِنْ دُونِ اللَّهِ[497]=(( ايا خلكو ته دې ويلي وو، چې د ((الله)) پر ځای ما او مور مې د دوو خدایانو په څېر ونمانځئ؟))» په حقیقت کې بې ګناه ته په خطاب، ګناهکارانو ته ګواښنه کوي. دا چار د هماغه متل مصداق دی،چې وايي: ((به در بگو که دیوار بشنود!))

25. سوکه سوکه ښوونه

د ښوونې او روزنې یوه بریالۍ کړنلار، سوکه سوکه ښوونه ده. ښووند دې په خپل ټولګي کې، مطالب سوکه سوکه ووايي او زدکړیال دې ګام په ګام مخې ته ښیون کړي: ((وَ قُرْآناً فَرَقْناهُ‏ لِتَقْرَأَهُ‏ عَلَى النَّاسِ عَلى‏ مُكْثٍ وَ نَزَّلْناهُ تَنْزِيلًا= او د كجورو او انګورو له مېوو نيشه يي (ناپاكه) توکي او پاكه روزي جوړوئ، په رښتيا چې په دې كې عقلمنو ته يوه نښه ده.))

الله تعالی یودمي د شرابو څښل حرام نه کړل؛ بلکې دا کار یې سوکه سوکه، د زمینې په رامنځ ته کولو او ټولنیز چمتووالي سره وشو. داسې چې لومړی یې ناپاک څښاک معرفي کړل او له مسلمانانو یې وغوښتل، چې له کجورو او انګورو حلال او ښه رزق لاس ته راوړئ: ((وَ مِنْ ثَمَراتِ‏ النَّخِيلِ‏ وَ الْأَعْنابِ‏ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَراً وَ رِزْقاً حَسَناً إِنَّ فِي ذلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ [498]=)) او په دې توګه یې پوه کړو، چې مستوونکي توکي، نېک رزق نه دی.

په بل پړاو کې چې تر څه بریده یې زمینه چمتو شوې وه، له مسلمانانو یې وغوښتل، چې د مستۍ په حال کې لمانځه ته مه ورنږدېږئ: ((يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَقْرَبُوا الصَّلاةَ وَ أَنْتُمْ‏ سُكارى‏ حَتَّى تَعْلَمُوا ما تَقُولُون‏ [499]= مؤمنانو! د نېشې (مستۍ) په حال كې نمانځه ته مه ورنژدېږئ))

په بل پړاو کې یې د شرابو ګټې له تاوانونو سره پرتله کړې او و یې ویل، چې تاوان یې تر ګټې ډېر دی: ((يَسْئَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَ الْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِما إِثْمٌ كَبِيرٌ وَ مَنافِعُ لِلنَّاسِ وَ إِثْمُهُما أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِما [500]= د شرابو او جوارۍ په باب دې پوښتي،ورته ووايه :(( په دواړو كې ستره ګناه ده او ( له توکیز پلوه) خلكو ته يو څه ګټه هم لري؛ خو زيان يې تر ګټې ډېر دى.))))

په روستي پړاو کې چې یې بشپړه زمینه چمتو شوه؛ نو له شرابخورۍ یې منع وکړه : ((يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَ الْمَيْسِرُ وَ الْأَنْصابُ‏ وَ الْأَزْلامُ‏ رِجْسٌ‏ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ[501]= مؤمنانو! شراب، جواري، بوتان او ازلام [= يو ډول بخت ازمېيل] (دا ټول) ناولي (او) شيطاني چارې دي؛ نو ځان ترې وساتئ، چې بریالي شئ.))

ربا/سود هم همداسې تحریم شو.[502]

نو پردې بنسټ، په ښوونه او روزنه کې دې د یوې مسلې ټول اړخونه یودمي و نه ویل شي، یا ټول دیني مسایل دې د کتاب په یوه برخه کې را نه وړل شي. هم ښوونه او منځپانګه یې باید د مخاطب د زده کړې د وس او ښوونې د وخت هومره وي او هم چلنبدلون، سوکه سوکه او د وخت په تېرېدو لاس ته راځي؛ نو د مفاهیمو په لېږد کې حریصانه چلن او په لنډ مهال کې په زدکړیال کې د چلنبدلون تمه- خو داچې کوم الهي ولي یا پېغمبر یې وغواړي-، یوه بې ځایه تمه ده.   

26.پرلپسې ښوونه

پرلپسې ښوونه، په ښوونه او روزنه کې یوه بریالۍ کړنلار ده. شونې ده، زدکړیال، په یو یا دوه ځل ویلو، پر یوه مسله پوه شي؛ خو که وغواړو، چې زدکړیال له یوې مسلې سره خوی واخلي او مطالب یې په اروا کې بنسټیز شي؛ نو ددې چار لپاره دې، مهم مسایل تکرار شي.

په دې اړه قرآن کریم ډېری آیتونه لري؛ لکه:

ـ په یو ځای کې وايي: ((وَ لَقَدْ وَصَّلْنا لَهُمُ‏ الْقَوْلَ‏ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُون‏)) [503]؛ یعنې کلمات مو په یو بل پسې ویلي.

ـ په یو ځای کې وايي: ((ثُمَّ أَرْسَلْنا رُسُلَنا تَتْرا)) [504]؛ یعنې پېغمبران مو په یو بل پسې درلېږلي.

ـ په یو ځای کې وايي: ((وَ لَقَدْ أَهْلَكْنا ما حَوْلَكُمْ مِنَ الْقُرى‏ وَ صَرَّفْنَا الْآيات)) [505]؛ یعنې آیتونو مو له بېلابېلو الفاظو سره ویلي دي.

ـ د حضرت نوح علیه السلام له خولې وايي: ((قالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ‏ قَوْمِي‏ لَيْلًا وَ نَهاراً [506]= شپه او ورځ بلنه مې ورکړه.))

او ډېری تعابیر، چې په ښوونه او روزنه کې د پرلپسې آر څرګندوی دي او ارزښت یې راښيي.[507]

اسلام ان ځینې دعاوې، په شواروز کې فرض کړي دي (لکه «اهدنا الصراط المستقیم») او ځینې دعاوې یې مستحب ګڼلي دي. کله یې پر ځینو کړنو ټینګار کړی دی؛ لکه د جمعې شپې، قدر شپې، اختر شپې ، اختر ورځ، عرفې ورځ، شعبان پینځلسي ورځ ، رجب پینځلسي ورځ، د اوبو څښلو پر مهال ذکر او دې ورته نورې چارې. ددې چارو پېغام دادی، چې ښوونه او روزنه هغه مهال بنسټیزېږي، چې انسان ورته پښه ټینګه او پرلپسې یې وکړي.

27. د نندارې له هنر ګټنه

نندار او انځور د مخاطب راماتولو ته یوه په زړه پورې لار ده او د مطلب اغېزمني یې ډېره او تلپاتوي. مخالفان کله په هنر ځینې وګړي ورکلاروي؛ لکه سامري، چې په خوسي جوړولو، یوه ډله یې عبادت ته اړ ایسته.

کله کولای شو، چې د یوې پوښتنه ځواب په هنر یا نندار یا انځور ورکړو. په تفسیرونو کې راغلي دي: حضرت ابراهيم علیه السلام د یوه سیند ترڅنګ تېرېده. یو مردار شوی یې ولید چې د سیند تر غاړې پروت دی، چې یوه برخه یې په اوبو او بله یې په وچه کې ده. د وچې او لمدې ځناور او مرغیو پرې له هر خوا یرغل کړی و. آنحضرت له ځان سره وویل: «که دا کار له انسان سره وشي او د بدن ذرې یې د نورو ځناورو په بدن کې خپرې شي؛ نو څنګه به د قیامت پر ورځ سره یوځای او راټولېږي؟؛ نو له الله یې وغوښتل، چې د مړیو د راژوندي کېدو څرنګوالی ور و ښيي. الله ورته وویل: څلور مرغۍ حلالې کړه، غوښه یې سره سمه چکني کړه او د څو غرونو پر سر یې کېږده، بیا یې هر یوه ته په خپله نامه غږ وکړه. د څلورو مرغیو قیمه شوې غوښته راټوله شوه او د پخوا په څېر مرغۍ ترې جوړه شوه. الله تعالی په دې ننداره، حضرت ابراهیم علیه اسلام ته د یقین او ډاډ رڼا ورکړه.

د امامانو په سیرت کې هم دا کړنلار ډېره لیدل کېږي. داچې پېغمبر اکرم (ص) خپل اهلبیت وټاکي او د نورو د ناوړګټنې مخه ونیسي، چې هسې نه هرڅوک ځان د اهلبیتو په نامه معرفي کړي؛ نو پینځه تنه یې تر خپل څادر لاندې کړل او و یې ویل: «‏اللَّهُمَّ هَؤُلَاءِ أَهْلُ‏ بَيْتِى‏».[508] په دې ځای کې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم کولای شول، چې بې له دې نندارې، د دوی پینځو تنو نامې واخلي او ووايي: دوی مې اهلبیت دي»؛ خو د حضرت علي، حضرت فاطمة الزهرا، امام حسن او امام حسین پر سر د څار پر راکاږولو یې هغوی ته منفي ځواب ورکړ، چې تر څادر لاندې یې راتلل غوښتل، چې دا د تل لپاره یو نښه او یادیزه شوه.

همداراز چې کله عقیل (رض)، د حضرت علي رور ترې د ډېر بیت المال غوښتنه وکړه؛ نو آنحضرت ورته په لاس کې سره اوسپنه کېښووله؛ نو چې کله یې د رور چغه اسمان ته پورته شوه؛ نو حضرت علي کرم الله وجهه ورته وویل: « د اور سکروټې یوې کوشنۍ ټوټې دې چغې راپورته کړې او ترې تښتې، چې د انسان په لاس کې لوبڅی دی؛ خو رور دې هغه اور ته ورکاږې، چې د پالونکي غوسې بل کړی دی!»

بله بېلګه، د سهل بن‌حسن خراساني ده، چې امام صادق ته ورغی او و یې پوښت: « د خراسات په سیمه کې تر سلو زرو ډېر مجاهد وګړي لرئ؛ نو ولې پاڅون نه کوئ او له حکومته مو خپل حق نه اخلئ ؟» آنحضرت لمبه شوي تنور ته په اشارې سره وویل:: «دې تنور ته ورودانګه.» هغه وډار شو او ولانړ. دا مهال د هارون مکي په نامه یو وګړی راغی. امام ورته وویل: ((پښېیبلې پښې تنور ته ورودانګه)). هغه دا کار وکړ. امام، خراساني سړی وپوښت: « هغه لارویان چې ته یادوې، څو تنه به یې داسې لاس په سینه وي ؟» و یې ویل: « ان یو تن یې هم داسې نه دی!» امام وویل: «موږ د خپلو پاڅون پر وخت ښه پوهېږو.»

همداراز امام وپوښتل شو: پنیر خوړل حرام دي که حرام؟ آنحضرت د ځواب پر ځای، مريي ته پیسې ورکړې او ورته یې وویل: ((پینر وپېره)) او بیا یې له پوښتونکي سره یوځای وخوړ.

د لاس، سترګو او وریزو له حرکتونو په ګټنه او یا د هغه مطالبو وړاندې کول، چې د انځوریزېدو او یا نندارې بڼه خپلولای شي، د مخاطب په راماتولو کې خورا ونډه لري.په علمي توګه د اودس، تیمم او د ځینو نورو ښوونو، ښوونه، چې عملي پلی کېدای شي، یوه خورا ګټوره کړنلار ده.

28. شیوا او رسا بیان

فصاحت؛ يعنې شيوايي بيان او بلاغت؛ يعنې رسايي او ګټورتوب یې. په عین حال کې حال کې چې د خبرې پر سادتوب مو ټینګار دی؛ د وینا شيوايي او رسايي هم پکار ده؛ لکه څنګه چې د قرآن کریم پر فصاحت او بلاغت دوست و دښمن منښتي ول او دا چار د قرآن کریم یو اعجاز هم ګڼل کېږي.

شیوا او روان وینا یو كمال دی او د مطلب لېږد ته تر ټولو ساده، ارزانه، راحته او عمومي تلپاتې اوزار دی. بیان د الله ځانګړی نعمت دی، چې بشر ته یې ورکړی دی: ((عَلَّمَهُ‏ الْبَيانَ.[509])) او قرآن د ځان په اړه وايي: ((هذا بَيانٌ‏ لِلنَّاس.[510]))

د قرآن کریم د آیتونو له مخې، « شیوا بیان » دومره ارزښت لري، چې همداچې حضرت موسی علیه السلام فرعون ته د ښیون دنده تر لاسه کړه؛ نو له الله یې ((غوسه او پسته ژبه)) وغوښته: ((وَ احْلُلْ‏ عُقْدَةً مِنْ‏ لِسانِي * يَفْقَهُوا قَوْلِي [511]= )) او دا ښيي، چې غوسه، روانه او پسته ژبه دومره ارزښت لري، چې یا دې انسان پر ځان غوسژبي انسانان لومړي کړي او یا دې د هغوی ترڅنګ شي: ((وَ أَخِي هارُونُ‏ هُوَ أَفْصَحُ‏ مِنِّي لِساناً فَأَرْسِلْهُ مَعِي.[512]))

د پېغام روڼوالی او روانوالی ستر ارزښت لري. د قرآن کریم د آیتونو له مخې، خبره دې غوسه، روانه او رڼه وي. ((قَوْلًا بَلِيغاً [513])) او د الهي مبلغانو ابلاغ دې هم روڼ او څرګند وي: ((فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلَّا الْبَلاغُ الْمُبِين‏ [514]= او رور مې هارون تر ما ښه خوله ور دی؛ نو مرستيال یې راسره ولېږه،چې تاييد مې كړي)) او د دین او رسالت تبليغ هم روڼ او څرګند وي: ((رَسُولٌ مُبِينٌ.[515]))

مخور انسان که غوسژبی هم وي؛ نو کولای شي، د مخاطب انسان اروا اغېزمنه کړي. حضرت علي کرم الله وجهه د «همام» په نامه یو وګړي ته د متقینو ځانګړنې ویلې دي، هغه چغې کړې او ومړ. آنحضرت وویل: «هکذا تصنع المواعظ البالغه باهلها؛[516]= غوس، څرګند او راڼه نصیحتونه یې داسې پر اهل، اغېز شیندي.))

د اسلام پېغمبر هم مبلغانو ته بېلګه دی، دومره فصاحت او بلاغت یې درلود، چې خلکو به ویل: «اى رسول الله! تر تا مو بل فصیح او بلیغ و نه موند » او آنحضرت به یې په ځواب کې ویل: «ولې به داسې نه یم، چې تر ټولو فصیح کلام؛ قرآن کریم مې په ژبه جاري شوی دی.»[517]

همداراز رسول الله ته د الله له لوري دنده ورکول شوې وه، چې له خلکو سره سپینې، څرګندې او ګټورې خبرې وکړي: ((قل لهم فى انفسهم قولًا بليغاً.[518]))

29.لنډیز په پام کې نیول

په ښوونه او روزنه کې یوه ګټوره کړنلار، لنډیز کړنلار ده او د خبرې له اوږدېدا ډډه کول دي؛ خو هغه لنډیز، چې د مطلب حق ادا کړای شي او دا د ښووند یو مهارت دی، چې مهم مطالب راټول او مخاطب ته یې وروړاندې کړي.

 حضرت علي کرم الله وجهه وايي: «خير الكلام ما لايملّ و لايقلّ؛[519] غوره وینا هغه ده، چې نه لنډه وي او نه ستړې کوونکې.»؛ نو ډېر پام دې وشي، چې د وینا څانګې پرې شي او آریز مطلب وویل شي.

همداراز امام كاظم وايي: «من محا طرائف حكمته بفضول كلامه فكانّما اعان هواه على هدم عقله؛[520] چاچې د خبرې په ډېرولو د خپلې خبرې خوږلنی او حکمت له منځه یووړ؛ ته وا د خپل عقل له منځه وړ ته یې اقدام کړی دی.»

كم گوى و گزيده‏ گوى چون درّ                    كـز اندك تو جهان شود پر

د ایمانوالو یوه ځانګړنه، له چټیاتو لرېوالی دی: ((وَ الَّذِينَ هُمْ عَنِ‏ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ‏.[521]))

ښووند دې پوه وي، چې مخاطب یې د ویېنې په پیل کې زړه ورکوي؛ همداچې ستړی شو؛ نو د زړه پرځای، غوږ درکوي او همداچې غونډه اوږده شوه؛ نو نه زړه درکوي او نه غوږ؛ بلکې یوازې به درګوري او د مطلب زده کړې تنده او اخستنه له لاسه ورکوي. کله په اوږدو سریزو، د زدکړیالانو غوره وخت ترې بې دلیله اخلو؛ خو که بې سریزې، آریز مطالب پیل کړو؛ نو اغېز به یې ډېر وي.

تجربې ښوولې، چې د مطلب لنډوالی او ګټورتوب یې د مخاطب، په تېره د نن د زړه تنګیو خلکو د جذب لاملېږي. زموږ ډېری علماوو چې د نن زړه تنګي خلک په پام کې نیولي؛ نو خپل کتابونه یې لنډ لیکلي دي؛ نو که زړه سواندي علماء د ((نچوړ لیکنې)) یو خوځښت رامنځ ته کړي او ګټور خو اوږده کتابونه نچوړ کړي؛ نو بشري ټولنې ته به یې ستر خدمت کړی وي؛ لکه څنګه چې د الغدیر کتاب یوولس ټوکونه په یوه ټوک کې نچوړ شوي دي.

لنډه داچې علم خپرواوي ته دې له هرې شونې لارې ګټنه وشي او له قلم، وینا، هنر، تاریخ، کیسې، تفسیر، سفر، پوښتنې او ځواب، ګواښنې، رټنې، شونتیاوو او ښیون هر څه دې ګټنه وشي. په دې ټولو لارو کې یې تر ټولو ګټوره، لنډ او ګټور ویل، ډېره ونډه لري. یو لامل چې ډېری وګړي له زده کړو بې برخې دي، دادی چې زده کړې ډېر لګښت لري، ټول یې شونتیاوو ته لاسرسی نه لري او…. او د تحصیل دوره یې اوږده ده. لنډې لارې تل آسانې او لاسرسوړ وي.

هم «په لنډو‎» ویل او هم «ګټور» وړاندې کول، دواړه زحمت، هڅې، سلیقې، حوصلې او وخت ورکولو ته اړتیا لري. د «ګټورتوب» په اړه مو په شپږم څپرکی کې خبره کړې ده.

30. مناسب غږ

مخکې مو هم وویل، چې انسان تنوع‌طلب دی، د نړۍ بنسټ پر تنوع دی. خوندونه، بڼې، رنګونه، خواړه، څښاک، بوټي، ګلان، پاڼې، څاروي، ځناور، انسانان، څېرې، ان وختونه هم متنوع او بدلېدونکي دي. که شپه و ورځ یو شان وه؛ نو ستړې کوونکې به وو. یوه الهي نښه داده، چې: ((يُولِجُ اللَّيْلَ فِى النَّهارِ وَ يُولِجُ النَّهارَ فِى اللَّيْلِ[522])) کله شپه اوږدوي او کله ورځ، کله هوا ګرمه وي کله سړه، دا ګرد سره تنوعات، د انسان د تنوع طلبۍ څرګندوی دي.

د غږ پېړوالي او نري والي ته پاملرنه کوئ؛ ځکه پکې کې د تنوع د رامنځ کولو اړتیا ده او څرګنده ده، چې انسان له یکنواختۍ ستړی کېږي؛ نو ځکه تاو راتاو واټونه تر نېغو واټونو غوره دي او په تاو راتاو سړکونه کې د موټرچلونې پرمهال انسان نه خوبوړېړي.

ښووند دې په منځپانګه کې پر تنوع سربېره، د غږ په پېړوالي او نريوالي کې هم تنوع ولري. په غږ کې تنوع، د یکنواختۍ او ستړیا د له منځه وړو یو مهم لامل دی. یو ښه قاري چې څومره هم ښه قرآئت وکړي؛ نو که لحن او شر نګ یې تکراري وي؛ نو انسان ستړی کوي؛ خو که قاري هر څو دقیقې روسته، د خپلې غږ پېړوالي او نریوالی بدل کړي؛ نو اورېدونکي به یې نه ستړي کېږي.

ښووندان دې له دې مهارتونو نه غافلېږي، رو رو، منځنی او لوړ غږ- د منځپانګې له مخې او ورسره متناسب- یوه هغه کړنلار ده، چې د مخاطب له ستړي کېدو مخه نیسي؛ البته لوړ غږ دې له منځپانګې سره متناسب او د زړه سواندۍ له مخې وي؛ ګنې نو مطلوب اغېز به ونلري. حضرت علي کرم الله وجهه، به چې خلک جهاد ته هڅول؛ نو په لوړ غږ یې وینا کوله: «ثمّ نادى بأعلى صوته: الجهاد، الجهاد عباد اللَّه».[523]

31.پرځای هیجان

کله عادي وینا ګټوره نه وي او مخاطب یو هیجان ته اړتیا پیدا کوي، چې ښووند یې باید تامین کړي. حضرت علي کرم الله وجهه به چې کله د شهیدانو په اړه خبره کوله؛ نو خپل مخ به یې خپل لاس واهه او ډېر به یې ژړل.[524] دا کار به آنحضرت د هغو مخاطبانو پر وړاندې کاوه، چې هیجان ته به یې اړتیا درلوده، چې وجدانونه یې راویښ کړي. دا حدیث رازده کوي: په چغو چغو ژړا سره د شهید یاد اوږد وي؛ نو پر اورېدونکي اغېز پرېباسي.

په حدیث کې راغلي دي، چې په اذان کې د لومړیو عبارتونو څلور ځلو راتلو لامل دادی، چې د اذان په پیل کې خلک بې خبره دي او یو ډول راویښولو او هیجان ته اړتیا لري؛ نو ځکه دې هم په لوړ او هم په زړه پورې غږ، څلور ځل «الله اکبر» وویل شي؛ خو تر څلورو ځلو «الله اکبر» روسته، خلک خبر شي، چې شرعي وخت رارسېدلی دی؛ نو اسلام په اذان کې د نورو عبارتونو په اړه، په دوو ځلو قناعت کوي.

32. تلقین

د انسانانو روزنې ته یې بله کړنلار «تلقين» دی. ستونزمنې چارې، هڅونې او تلقین ته اړتیا لري. چېرته چې تشویشونه ډېر وي؛ نو ډېرې هڅونې، تایید او ټینګار ته اړتیا وي. تلقين‏، روحیه پیاوړوي.الله تعالی، چې کله ولیدل، چې حضرت موسی علیه السلام له کوډګرو سره په مبارزه کې په زړه کې وېره لري، چې هسې نه، خلک تېرباسي؛ نو ورته یې وویل: ((قُلْنا لا تَخَفْ إِنَّكَ أَنْتَ الْأَعْلى [525]= موږ وويل :((مه وېرېږه ! همدا ته لاسبری (او بريالى) يې.))

په هر لمانځه کې وايو: ((اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُستَقِيمَ *صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ)) د نېغې لار او پرې د لورول شویو وګړیو د لار، په حقیقت کې په ژوند کې د سمې اندیزې او عملي لیکې ټاکل او تلقین دی، چې ټولنیز او عملي دریځ نیونه مو په ((حق)) بهیر کې وي؛ نه پر ځاني غوښتنو، فسادونو او په طاغوتونو پورې په زړه تړنو سره مل او پرې ککړ! موږ یې هره ورځ په تکرار، ځان ته تلقینوو.

تلقين کله په کلمو وي، کله په عمل؛ د بېلګې په توګه: په یوه روایت کې له امیرالمؤمنين علي کرم الله وجهه راغلي دي: «إِنْ لَمْ تَكُنْ حَلِيماً فَتَحَلَّمْ‏؛[526] اگر حلیم نه یې؛ نو ځان پراخې سینې ته اړ کړه او ځان ته یې تلقین کړه ».

چې کله د حضرت يعقوب علیه السلام زامنو ترې وغوښتل، چې حضرت یوسف ورسره لوبو ته ولېږي؛ نو زامنو ته یې وویل: ((انّى اخاف ان يأكله الذئب؛ «وېرېږم، چې لېوه یې وخوري». امام صادق وايي: «یعقوب علیه السلام یې علت ذهن ته ورواچاوه او بیا هغوی هم د یوسف په اړه هماغه پلمه راوړه.»[527] په حقیقت کې دا حدیث، د «تلقین» د اغېز څرګندوی دی.

د الله د ذکر یو مهم اغېز یې د صفاتو او ستریا تلقین دی. پر اولاد د نېکې نامې ایښوولو یو برکت، اولاد ته د کمال تلقین دی.

اسلام سپارښتنه کوي، چې نوزېږي ته په غوږ کې اذان او اقامه وکړئ؛ نو په دې چار یې د تلقین چار ته پاملرنه ده او تر مړینې پر تلقین سپارښتنه شوې. د حق تلقین، وګړي حق ته ورماتوي او باطل او نهیلونکي تلقینونه انسان باطل ته ورکاږي! د «ضعف او عجز» تلقین د ښکېلاګرو یوه وزله ده، چې کمزوریو ملتونو ته ووايي: تاسې نه پوهېږئ او نشئ کولای؛ نوځکه دې د کبرجن دښمن پر وړاندې، خلکو ته تلقین شي، چې مؤمن وي؛ نو بریالي دي: ((وَ أَنْتُمُ‏ الْأَعْلَوْنَ‏ إِنْ‏ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ.[528])) د ویرنبولۍ او روضې ویلو فلسفه، د مړانې او شهادت تلقین دی.

د قرآن کریم په ډېری کیسو کې، د تاریخ، د وګړیو په ستاینه، ځانګړنو یا تمثیل له لارې، ډول ډول تلقینونه نغښتي دي.

ښوونکي دې هېڅکله د خپلې ښوونې په لوړاوي او یا هم د زړه کړیالانو د روزنیزو چارو د پیاوړتیا لپاره، د تلقین له کړنلار غافل نه وي.

33. نعمتونه رایادول او د هغه نعمت مخالف چار فرض کول

نعمتونو ته پاملرنه او د مخالف فرض ویل، د ښوونې او رونې یوه مهمه کړنلار ده؛ ځکه په نعمتونو کې اندنه او پکې د بدلون او له منځه تلو تصور یې، د الله پېژندنې زمینه او د بري خواله ده: ((فَاذْكُرُوا آلاءَ اللَّهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ [529]= د الله نعمتونه درياد كړئ؛ ښايي بريا ومومئ. ))»[530]؛ ځکه نعمتونه یادول، مینه زېږوي، مینه لاروي زېږوي او لاروي هم بریا زېږوي.

نو قرآن کریم چې د ښوونې او روزنې کتاب دی، د نعمتونو ارزښت ته د خلکو د پام ورګرځولو په پار، هم نعمتونه معرفي کوي، هم یې په ډېری آیتونو کې د هغه نعمت د خلاف تصور ته خلک اړ ایستي دي؛ په دې مانا چې زموږ په شاوخوا کې ډېر واقعیتونه دي؛ نو اوس داسې یو وخت او ځای تصور کړئ، چې دا واقعیتونه پکې نه وي؛ نو هغه مهال به څه پېښېږي او موږ به څه کوو ؟ د مخالف فرض کولو تصور ، نعمتونو لیدو ته د انسانانو، سترګې پرانځي او د مخاطب پاملرنه ډېره راماتوي؛ په تېره غافل وګړي سکونډي.

دلته ځینې نعمتونه او د مخالف فرض کول یې اوڅاروو:

الف) د نعمتونو رایادول: ددې موضوع د ارزښت په پار او ظاهري او باطني نعمتونو ته پاملرنه، الله تعالی په ټولیز یا مصداقي بڼه، پرلپسې خپلو نعمتونو ته اشاره کړې ده:

((أَ لَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ ما فِي السَّماواتِ وَ ما فِي الْأَرْضِ وَ أَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظاهِرَةً وَ باطِنَةً [531]= ایا غور مو کړی نه دی، چې الله په اسمانونو او ځمكې كې ټول څيزونه دراېل كړي او خپل ښكاره او پټ [= توکيز او مانيز] نعمتونه يې پر تاسې (پراخ لورولي او) بشپړ كړي؟! خو ځينې خلك د الله په باب، بې له دې، چې كومه پوهه، لارښوونه او روڼ كتاب [ولري] ناندرۍ وهي.)) «اسباغ» د خپرولو او پراخولو په مانا دی. په دې آیتونو کې دوو ډولو نعمتونو ته اشاره شوې ده؛ ظاهري نعمت؛ لکه: روغتیا، روزي، ښکلا او دې ته ورته او باطني نعمتونه؛ لکه: ایمان، معرفت، ډاډ، ښه خوی، غیبي مرستې، پوهه، فطرت، ولایت او…

همداراز په موردي ډول یې ډېری نعمتونو ته اشاره کړې ده؛ لکه:

ـ ((أَ لَمْ‏ نَجْعَلِ‏ الْأَرْضَ مِهاداً * وَ الْجِبالَ أَوْتاداً *وَ خَلَقْناكُمْ أَزْواجاً * وَ جَعَلْنا نَوْمَكُمْ سُباتاً * وَ جَعَلْنَا اللَّيْلَ لِباساً * وَ جَعَلْنَا النَّهارَ مَعاشاً))

ـ ((أَ لَمْ‏ نَجْعَلْ‏ لَهُ عَيْنَيْنِ * وَ لِساناً وَ شَفَتَيْنِ * وَ هَدَيْناهُ النَّجْدَيْنِ [532]= آيا دوه سترګې مو وركړې نه دي؟! او يوه ژبه او دوې شونډې؟! او دوې لارې (خير او شر) مو ورښوولې دي.))

((وَ جَعَلْنا فِيها رَواسِيَ شامِخاتٍ وَ أَسْقَيْناكُمْ ماءً فُراتاً [533]= او موږ پكې دنګ دنګ ټینګ غرونه ايښي او خوږې اوبه مو در وڅښلې.))

نورو نعمتونه چې سروکار ورسره لرو، رنګونه، بڼې، ژبې، ډول ډول مېوې او هغه خورا مهم نظمونه چې په پنځون کې کارېدلې دي؛ لکه د انسان د بدن او بوټیو د اکسیجن او کاربن ډای اکساید تنظیمېدل، د نرانو او ښځو د تناسب انډول، چې که دا کار نه و؛ نو ژوند به ګوډ شوی و.

ب) د خلاف یې فرض کول: قرآن کریم په ډېری لارو د « خلاف فرض کولو » له کړنلار ګټنه کړې ده؛ لکه:

ـ که ونې زرغونې نشي: ((لَوْ نَشاءُ لَجَعَلْناهُ حُطاماً،[534] ))

ـ که اوبه تروې او ترخې شي: ((لَوْ نَشاءُ جَعَلْناهُ أُجاجاً،[535]))

ـ که اوبه په ځمکه کې ښکته شي:((إِنْ أَصْبَحَ ماؤُكُمْ غَوْراً،[536]))

ـ که تل شپه یا ورځ وي: ((إِنْ جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَداً… إِنْ جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ النَّهارَ سَرْمَداً،[537] ))

ـ که د انسان سترګې، عقل او غوږ له کاره وغورځېږي: ((إِنْ أَخَذَ اللَّهُ سَمْعَكُمْ وَ أَبْصارَكُمْ وَ… ،[538]))

ـ همدا اوس ځمکه د انسان تر پښوو لاندې تر زانګو په شان ارامه ده: ((والارض فرشناها فنعم الماهدون،[539])) که تېزه خوځېده او حرکت یې کاوه؛ نو ایا وګړیو کولای شول، چې پرې وګرځي او ژوند پرې وکړي ؟ ((لونشاء نخسف ‏بهم الارض))،[540]

او په لسونو او سلونو خلاف فرض کول:

ـ که اوښکې مو خوږې وې؛ نو سترګې به مو ورستې شوې وای، چې له څلېښناکې اوبو جوړې دي،

ـ که توکاڼې ترخې وې؛ نو ژوند به مو ټول کړخت و ،

ـ که لمر ځمکې ته رانږدې و یا ترې لرې و؛ نو ژوند به ناشونی و ،

ـ که…

هو!یکنواخت او هوسا ژوند انسان غافلوي او د نعمتونو قدر د انسان له ذهنه باسي. قرآن غافل انسان تر څارویو بتر ګڼي: ((أُولئِكَ‏ كَالْأَنْعامِ‏ بَلْ‏ هُمْ أَضَلُّ أُولئِكَ هُمُ الْغافِلُون.[541])) د غفلت لرې کولو یوه لار، د نعمتونو رایادول او خلاف یې فرض کول دي، چې دا کړنلار د نعمتونو ارزښت ورڅرګندوي. نعمتونو چې له انسان سره ارزښت پیدا کړ؛ نو د الله شکر کوونکی او بندګۍ ته یې چمتو شي؛ ځکه نعمتونو ته توجه لاملېږي، چې انسان له الله سره ملګری شي، له نعمتونو یې غوره او ډېره ګټنه کوي، له ضایع کېدو یې مخنیوی کوي او پوهېږي، چې فرصتونه د وریځو په څېر تېرېږي او کوم انسان چې ترې ګټنه و نه کړي؛ نو په دنیا او آخرت کې به یې حسرت خوري. توحید، لمانځه او د الله بندګۍ ته په وربلنه کې، نعمتونو ته ورمتوجه کول مهمه ونډه لري؛ نوځکه په دې چار قرآن کریم ډېر ټینګار کړی دی او ښوونکي او روزنکي او مبلغین دې هم له دې کړنلار ځان نه غافلوي.

34. وینا مو هر اړخیزه او مطلوب کړئ

د وینا ځینې ځانګړنو ته مو اشاره وکړه؛ خو مطلوب وینا هغه هر اړخیزه وینا ده، چې مناسبې او بېلابېلې ځانګړنې ولري؛ البته چې څومره یې مثبتې هر اړخیزې ځانګړنې ډېرې وي، هومره به ښه او ګټوره وي. بریالی ښووند، له مطلوب او هراړخیزې وینا په ګټنې، پر خپلو زدکړیالانو، خپله اغېزمني لاپسي غوره او ډېروي.

قرآن کریم د وینا لپاره یو لړ ځانګړنې ویلي دي، چې موږ هم خپلې موخې ته رسوي:

ـ مستدل او پیاوړې وي: ((قَوْلًا سَدِيداً))،[542]

ـ مشهوره او په تول وي: ((قَوْلًا مَعْرُوفاً))،[543]

ـ پسته او په لورنه وي: ((قَوْلًا لَيِّناً))،[544]

ـ كريمانه او په ستریا وي: ((قَوْلًا كَرِيماً))،[545]

ـ ښکلې، ښه او مطلوبه دې وي: ((قُولُوا لِلنَّاسِ حُسْناً))،[546]

ـ غوره خبرې دې پکې وي: Pيَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ))،[547] ان شخړې او نیوکیزې ویناوې دې هم په غوره بڼه وي: ((جادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ))،[548]

ـ بلیغ او رڼه دې وي: ((قَوْلًا بَلِيغاً))،[549]

ـ فصاحت، واضح او څرګنده دې وي: ((وَ هذا لِسانٌ عَرَبِيٌ‏ مُبِينٌO‏ [550]؛ ))، ((وَ أَخِي هارُونُ هُوَ أَفْصَحُ‏ مِنِّي‏ لِساناً)) [551]؛ ((فَلَمَّا كَلَّمَهُ قالَ إِنَّكَ‏ الْيَوْمَ‏ لَدَيْنا مَكِينٌ‏ أَمِينٌ [552]))

35. عواطف په پام کې نیول

په تبلیغ او چلند کې یوازې قانوني چلن بسیا نه دی؛ بلکې اخلاق او عاطفه هم پکار ده؛ لکه څنګه چې په الهي احکامو کې د قانون ترڅنګ، اخلاقو او عاطفې ته هم اشاره شوې ده: ((وَ جَزاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُها فَمَنْ عَفا وَ أَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ[553])) «سَيِّئَةٌ مِثْلُها» قانون دی او «عَفا وَ أَصْلَحَ» عاطفه‏ او اخلاق دي.

همداراز د خلکو بلنې ته به غوره وي، چې له عاطفي اوزارو ګټنه وشي. د قرآن په ډېری تعبیرونو کې راغلي دي، چې پېغمبرانو به خلکو ته په «يا قَوْمِ» او «يا قَوْمَنا» غږ کاوه او پر ټولنیزو اړیکو به یې اډانه کوله؛ لکه څنګه چې حضرت یوسف، په بند کې، توحید ته د بندیانو رابللو ته وویل: ((يا صاحِبَيِ السِّجْنِ [554]= ای زما دوه بندیوان ملګر!))

قرآن کریم د «عاطفې» پر آر تکیه لري. الله تعالی لومړی خپل استازي ته له عاطفي اړخ خطاب کوي او وايي: ((أَ لَمْ يَجِدْكَ‏ يَتِيماً فَآوى))‏ [555]؛ آیا ته یې پلامړی و نه موندې، بیا یې پناه درکړه او سمبال یې کړې ؟»

او بیا له اندیز او فرهنګي اړخ: ((وَ وَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدى [556]؛)) «او ځلباند یې وموندې او ښیون یې کړې»

او بیا له وټیز اړخ: ((وَ وَجَدَكَ عائِلًا فَأَغْنى [557]))

او بیا له سیاسي او ټولنیز اړخ: ((أَ لَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ)) [558]؛ [اى پېغمبره!] آيا سینه مو درپراخه نه کړه ؟»

عاطفې او مینې ته پاملرنه، کولای شي د انسان د ژوند مسیر بدل کړي. لومړی مینه وکړئ او بیا لاروي وغواړئ؛ لکه څنګه چې قرآن کریم وايي: ((فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هذَا الْبَيْتِ[559]؛ « نو ددې خونې پالونکی دې ولمانځي.» او بیا وايي: ((الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَ آمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ [560]= « هماغه، چې له لوږې [او سوکړې ] یې وژغورل، ماړه یې کړل او د دښمن له وېرې یې امان ورکړ))

هو! عاطفه تر استدلال زوروره ده؛ نو د عاطفې له اغېزه مه غافلېږئ. یو حدیث مې لوسته چې پکې راغلي وو، چې د هغو مسلمان شویو وګړیو شمېر خورا ډېر دی، چې د مسلمانانو په اخلاقو مسلمانان شوي وو، تر هغوی چې په استدلال مسلمانان شوي وو.

 

 

 

شپږم څپرکی

منځپانګه

پیاوړې وینا،د ټولو بایدونو او نبایدونو رعایت، د ټولو مهارتونو او کړنلارو درلودل،  ګرد سره د مفاهیمو او منځپانګې لېږد ته دي. ټول هغه مطالب چې وویل شول او هغه چې په راتلونکیو څپرکیو کې به وویل شي، د منځپانګې غوره لېږد ته دي. «منځپانګه» د سبق او ټولګي اروا ده او پیاوړي او کمزوري یې پر ښوونه او روزنه خورا اغېزمن دي.

منځپانګه باید یو لړ ځانګړنې ولري:

ـ ژوند بښاندي دې وي: ((إِذا دَعاكُمْ لِما يُحْيِيكُم [561]= چې كله مو د ژوند بښونكي څيز لوري ته رابولي))

ـ تزکیه کوونکی وي: ((وَ يُعَلِّمُهُمُ الْكِتابَ وَ الْحِكْمَةَ وَ يُزَكِّيهِمْ‏ [562]= كتاب او حكمت وروښيي او پاك يې كړي ))

ـ له تورتمونو دې رڼا راوباسي: (( لِتُخْرِجَ‏ النَّاسَ‏ مِنَ الظُّلُماتِ إِلَى النُّور،[563]= له تيارو  د رڼا پر لور د ستايل شوي ناماتي (الله) لارې ته راوباسې))

ـ وده ورکوونکی وي: ((يَهْدِي‏ إِلَى‏ الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ [564]=[چې] د روغې لارې ښوونه کوي))

ـ د ځاني غوښتنو له مخې نه وي: ((وَ ما يَنْطِقُ‏ عَنِ‏ الْهَوى،[565]= او نه د ځاني غوښتنو له مخې غږېږي.))

ـ کږلاري دې پکې نه وي: ((الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنْزَلَ عَلى‏ عَبْدِهِ الْكِتابَ وَ لَمْ يَجْعَلْ لَهُ‏ عِوَجاً [566]= ځانګړې ستاېنه د هغه الله ده، چې دا (اسماني) كتاب يې پر خپل (غوره) بنده نازل كړ او هېڅ ډول كږلېچ  يې ورته پرېښی نه دی؛))

داچې منځپانګه د اروا خواړه دي؛ نو د مخاطب او اړتیاوو له مخې دې یې وي او د ژوند یوه ستونزه دې یې ورهواره کړي. منځپانګه ټاکل د یوه ښووند تر ټولو حساس، مهم او دقیق چار دی. په دې څپرکي کې مو د منځپانګې په اړه یو لړ مطالب راوړي دي.

1. د ګټورو پوهو وړاندې کول

د بشر په لاس کې پوهې، درې ډوله دي: ګټورې پوهې، مضرې پوهې او هغه چې نه ګټورې دي او نه مضرې. ګټوره پوهه، وده ورکوونکې ده؛ هماغه پوهه، چې حضرت موسی علیه السلام یې لاس ته راوړو ته، په حضرت خضر پسې ورکاږه؛ هغه پوهه چې څومره په انسان کې ډېره شي؛ نو اخلاق، ادب، تواضع، عبودیت، پازوالي او نورو ته ګټه رسول یې ډېرېږي.[567]

په منځپانګه ټاکنه کې، د یوه ښووند لومړۍ دنده، له جوړونکې او ګټورې پوهې ګټنه ده. شته داسې ښوونځي، چې خورا ډېرې شونتیاوې، درانه لګښتونه او ظاهري ځلبل لري؛ خو له منځپانګې تش وي. موخه لرونکی او زړه سواند  ښووند، چې د خپلې او د خپلو زدکړیالانو د ودې په سوچ کې دی، دنده لري ګټورې پوهې وپېژني او د پېژندو لار یې داده، چې پوه شو، چې د ګټورې پوهې پایله، د الله بندګي ده: « ثَمَرَةُ الْعِلْمِ‏ الْعِبَادَة»[568]؛ نه د نورو استثمار و استعمار او نه بېځایه تمه او استکبار او نه هوساینه او ځاني غوښتنې.

په قرآن کریم کې د «قرائت» او «اقرأ» حکم د «باسم رب» ترڅنګ راغلی دی، ترڅو ووايي، چې د قرائت ثمره او پایله، الله ته پاملرنه ده او په زړه پورې خو داده، چې د علق سورت لومړی آیت، د لوستو حکم دی او روستی آیت یې، الله ته د سجدې حکم دی. دا چار راښيي، چې د پوهې بهیر دې د الله خوښي او بندګي وي او له ګټورې پوهې په ګټنه، انسان د الله، الهي اولیاوو، د هېواد مخکښانو، سرښندونکيو، ښووندانو او والدینو ته ډېر درناوی او خاکساري کوي.

ګټوره پوهه د انسان زړه نری کوي. قرآن کریم وايي: د خلکو اوښکې د پېژندګلوي او معرفت له مخې راتویېږي: ((تَفِيضُ‏ مِنَ‏ الدَّمْعِ‏ مِمَّا عَرَفُوا[569])) هغه عالم، چې له ګټورې پوهې برخمنېږي، د خپلو خلکو او ټولنې پر وړاندې زړه سواند او پازوال دی. پر دنیا نه غولېږي؛ لکه څنګه چې اهل علم به په قارون او د هغه پر شتمنۍ زړه بایلونکیو ته ویل: ((وَيْلَكُمْ‏ ثَوابُ‏ اللَّهِ‏ خَيْرٌ.[570] ))

عالم په رغیو چارو زړه نه خوشحالوي؛ بلکې ځان پر بنسټیزو چارو بوختوي، داسې چې نشتون یې په ټولنه کې تشه رامنځ ته کوي؛ لکه څنګه چې امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه وويل: «وَ إِذَا مَاتَ الْعَالِمُ‏ ثُلِمَ‏ فِي‏ الْإِسْلَامِ ثُلْمَةٌ لَا يَسُدُّهَا شَيْ‏ءٌ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ؛[571] یو عالم چې ومري؛ نو په اسلام کې یوه سوړه رامنځ ته شي، چې تر قیامته نه جبرانېږي.»

2. له قرآن کریم ګټنه

قرآن کریم د ټولنې د ټولو دردونو شفا ده. ټولنه ډکه ده له کم منځپانګې ټولګیو، ویناوالیو او شعارډولیو سیاسي شننو او ډلبندیو، چې ډېری یې بې ګټې دي. هر څوک چې په هر مسلک کې وي، باید د قرآن کریم له نوراني او وحیاني سرچینې ګټنه وکړي. قرآن کریم یوازېنی کتاب دی، چې د منځپانګې له پلوه: ((لا يَأْتِيهِ الْباطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَ لا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ [572]= چې باطل نه مخامخ ورتلاى شي او نه یې له شا (؛ځكه دا) د حكيم ستايل شوي (الله) له لوري یوه لېږنه ده.))

قرآن‏ کریم د انسان رباني کېدل، د آسماني کتاب د ښوونې او زده کړې له لارې شونی ګڼي: ((وَ لكِنْ كُونُوا رَبَّانِيِّينَ‏ بِما كُنْتُمْ‏ تُعَلِّمُونَ الْكِتابَ وَ بِما كُنْتُمْ تَدْرُسُونَ [573]= له هېڅ بشر سره دا نه ښايي، چې الله، اسماني كتاب، حكم او نبوت وركړي، بيا خلكو ته ووايي: ((د الله پر ځای مې ونمانځئ))؛ بلکې (بايد ووايي:) ځکه خدای لمانځي وسئ، چې؛ نورو ته د خداى کتاب ورښيئ او هم یې پخپله لولئ.)) که زده کړه او ښوونه انسان رباني نه کړي؛ نو پوه شه، چې هغه پوهه ګټوره نه وه.

قرآن د هر درد شفا ده. د دردونو درملنه دې د قرآن له ښوونځي واخستل شي؛ نه د ختیځ او لویدیځ له ښوونځیو: ((يا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جاءَتْكُمْ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَ شِفاءٌ لِما فِي الصُّدُورِ وَ هُدىً وَ رَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ[574]= خلكو! په يقين د پالونكي له لوري مو نصيحت درغلى، چې د زړونو د ناروغيو درملنه او مؤمنانو ته لارښود او رحمت دى.)) «شِفاءٌ لِما فِي الصُّدُورِ»؛ يعنې اروا او زړه له ډول آفتونو پاکوي؛ ځکه اروايي رنځونه، تر جسمي هغو یې سخت وي او د قرآن هنر هم په همدې کې دی، چې د اروايي رنځو درملنه کوي.[575]

د فتنو د یرغل پر مهال، قرآن کریم ډال دی؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وویل: «اذا التبسَتْ‏ عليكم‏ الفِتن‏ كالّيل المُظلم فعليكم بالقرآن فانّه شافع مشفّع…؛ [576] چې کله فتنې د شپې د تورتمونو په څېر یرغل وکړي؛ نو تاسې قرآن ته مخه کړئ، چې هغه شفاعت کوونکی دی، چې شفاعت یې منل کېږي.))

د امام صادق د تعبیر له مخې، قرآن کریم د ټولو اروايي رنځونو لپاره شفا ده.[577]

د ښوونې اور روزنې او لوړو زده کړو چارواکي دې له دې ټکي غفلت نه کوي او تر کومه چې شونې وي، خپل درسي متون دې د قرآن کریم په منځپانګه غني کړي او له ډاډمنې وحیانې سرچینې دې برخمن شي. هغه ښوونکي، چې له دې آسماني کتابه ډېره ګټنه کوي او له ډاډمنو او معتبرو تفسیرونو ګټنه کوي؛ نو د هغوی زده کړه به وده بښاندې او د زدکړیالانو په روزنه کې به ډېره ګټه ولري. داسې دې نشي، چې پرمختللي هېوادونه دې زموږ له وحیاني سرچینو ګټنه کوي او له هغه نه دې علمي آرونه راباسي او موږ له دې سرچینې غافل ووسو.

مهم ټکی دادی، چې درانه ښووندان دې له قرآن کریم نه ګټنې ته له معتبرو تفسیرونو ګټنه وکړي او ددې خبرې په پامنیوي، چې تفسیر داسې یو علم دی، چې کلونه کلونه زده کړې او زیار ته اړتیا لري او له هر ډول په رای تفسیر او ناتایید شویو له ویلو دې ډډه وکړي او که کوم نوی برداشت لري؛ نو هغه دې لومړی د تفسیر له اړوند کارپوهانو سره او څار کړي او که تایید یې کړل؛ نو بیا دې ترې ګټنه وکړي.

3. له روایتونو ګټنه

د دیني ښوونو د سرچینو د اوډون لپاره یوه مهمه سرچینه، روایتونه دي. داچې له حدیثي کتابونو ګټنه، له حدیثي علومو او علم رجال کتابونو سره آشنایۍ ته اړتیا لري او داچې روایتونه په ډېری کتابونو کې راغلي دي او له یوه روایته د برداشت لپاره، په کار دي، چې ورته نور روایتونه هم وکتل شي او د حدیثونو یوه کورنۍ ترې جوړه شي؛ نو له روایتونو د ګټنې د سپارښتنې ترڅنګ یادونه کوو، چې په دې اړه دې له معتبرو کتابونو،- چې سترو علماوو کښلي دي- ګټنه وشي.

درانه ښووندان دې د ضعیفو حدیثونو او غیر علمي او غیر څېړنیزو برداشتونو له رانقلولو ډډه وکړي او هڅه دې وکړي، چې په روایتونو کې دې یې هغه معتبر احادیث وټاکي، چې د مخاطب د عمر او علم له مخې وي او په دې کار کې خورا ځيرنه په کار ده.

څومره به ښه وي، چې د ښوونځیو او پوهتنونو ښووندان، خپل ټولګی د یوه حدیث په ویلو پيل کړي ، ترڅو زدکړیالان مو له معتبرو دیني زېرمو سره اشنا شي.

4. پر پرېکنده علومو تکیه، نه پر حدس او ګومان

د انسان اډانه دې پوهه وي، نه حدس او ګومان. ښووند دې د هغه څه ښوونه وکړي، چې جوت شوي وي او دا د ټولو هغو وګړیو دنده ده، چې په ښوونې، روزنې او فرهنګي ډګر کې فعالیت کوي.

قرآن څو څو ځل پر حدسي ګروهو نیوکه کړې ده:

ـ ((وَ ما لَهُمْ بِذلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلاَّ يَظُنُّونَ [578])) یعنې د هغوی ګروهې او اند د ګومان پر بنسټ دي، نه د علم پر بنسټ.

ـ ((وَ لا تَقْفُ ما لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ)) او له هغه څه لاروي مه کوه، چې پرې نه پوهېږې»

ـ ((وَ إِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي‏ الْأَرْضِ‏ يُضِلُّوكَ‏ عَنْ‏ سَبِيلِ‏ اللَّهِ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَ إِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ(اسراء: 36) = او كه ته د ځمكې پر مخ د ډېرى خلكو خبرې ومنې (؛نو) د الله له لارې به دې تېر باسي (؛ځكه) دوى يوازې په (خپلو) ګومانونو پسې ځي او يوازې اټکليان دي.))

انسان دې خیال نه کوي، چې یو کتاب یا مقاله چاپ شوه؛ نو هرومره به سمه وي. په دیني مراکزو کې د علماوو د عمر یوه برخه په دې تېرېږي، چې راویان وپېژني، تر څو و یې پېژني، چې کوم یو یې دروغجن دی، کوم یو یې رښتین دی، کوم ډاډمن دی، کوم یو ضعیف او کوم یو ناډاډمن دی؛ نو اړینه ده، چې د هغو لیکوالو کتابونه ولوستل شي، چې متن یې معتبر او مستند دی او پوه دې شو چې مسموم، ناسم، اټکلي او ضعیفه خبرې، ددې پر ځای چې وده ورکوونکې وي، د کږلارۍ او لار ورکۍ لاملېږي.

د مخاطب اعتماد یوه ستره پانګه ده، چې په غیر علمي او بې بنسټه خبرو له منځه ځي. په یوه حدیث کې راغلي دي: «لَا تَقُلْ مَا لَا تَعْلَمُ‏ فَتُتَّهَمَ‏ فِي إِخْبَارِكَ بِمَا تَعْلَمُ؛[579] هغه څه مه وایه، چې پرې نه پوهېږې؛ ځکه په دې بڼه کې به دې سمې ویناوې هم تورنې شي او خلک به دې ټولو خبرو ته د شک په سترګه ویني.»

5. پر منځپانګه واکمني

ښووند دې پر هغه منځپانګه چې وړاندې کوي یې، هم دې پرې واکمن وي او هم دې پرې بصیرت ولري: ((قُلْ هذِهِ‏ سَبِيلِي‏ أَدْعُوا إِلَى‏ اللَّهِ عَلى‏ بَصِيرَةٍ أَنَا وَ مَنِ اتَّبَعَنِي [580]= ووايه: (( دا زما لار ده، چې زه او زما لاروي په پوهې او دليل (خلك) د الله لوري ته رابولو! پاك دى الله! او زه له مشركانو ځنې نه يم ! ))))

هره منځپانګه چې وړاندې کېږي؛ نو مخکې له مخکې دې مداقّه شي او ښووند دې پرې واکمن ووسي، چې د منځپانګې په اړه اوڅار شویو پوښتنو ته ځواب ورکړل شي.

البته بې له زده کړې، مطالعې او او څېړنې، ممارست او تجربه هم پر منځپانګه دې واکمنۍ یوه لار ده، چې ښووند د مطلب په وړاندې کولو کې لاسبری ښيي او د مخاطب د جذب لاملېږي.

6. له استدلال ګټنه

قرآن کریم پر موعظې سربېره، د استدلال کتاب هم دی او الهي انبیاوو، د معجزې ترڅنګ پیاوړی استدلال هم درلود. استدلال‏ او منطق، د انبیاوو کړنلار ده ؛ الله تعالی وايي: ((أَرْسَلْنا رُسُلَنا بِالْبَيِّناتِ= [581] رښتیا (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل ‏.» او ((قَدْ جاءَتْكُمْ‏ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُم‏[582]= د پالونكي له لوري مو څرګنده لارښوونه درغلې ده.»

حضرت ابراهیم علیه السلام داسې استدلال وکړ، چې دښمن یې هک پک کړ. په تاریخي روایتونو کې راغلي دي، چې نمرود د بابل یو پادشاه و او پیاړوې واکمني یې درلوده او هغه له حضرت ابراهیم سره د الله په باب شخړه وکړه. چې کله حضرت ابراهيم وویل: « پالونکی مې هغه دی، چې ژوندي کول کوي او مړه کول کوي »، هغه وویل: «زه هم ژوندي کول او مړه کول کوم.» او بیا یې حکم وکړ، چې دوه بندیان راوغواړئ، چې یو یې نمرود آزاد کړ او حکم یې وکړ، چې بل ووژنئ.

ابراهيم علیه السلام، چې کله د هغه دا سفسطه او مغالطه ولیده؛ نو و یې ویل: «الله، لمر له ختیځه راخېجوي او که ته ادعا کوې، چې د هستۍ پر نړۍ واکمني لرې او هر څه دې تر واک لاندې؛ نو ته لمر له لویدیځه راپورته کړه!»؛ نو نمردو هک پک پاتې او بې له چوپتیا یې څه نه درلودل.[583]

حضرت ابراهیم علیه السلام له خپل تره آزر سره هم له منطق او استدلال ګټنه وکړه.[584]

همداراز قرآن کریم د حضرت موسی او هارون په اړه وايي: ((ُمَّ أَرْسَلْنا مُوسى‏ وَ أَخاهُ هارُونَ بِآياتِنا وَ سُلْطانٍ مُبِينٍ= موسی او رور یې هارون مو له څرګندو معجزو او دلایلو سره ولېږه» د‏ «سُلْطان» کلمه د حجّت مرادف ده؛ ځکه انسان د استدلال، منطق او علمي او عقلي حجت په درلودو سره، د خلکو پر زړه واکمنېږي. دیني ګروهې هم دې له برهان او استدلال سره وي او الله تعالی، مشرکان د بې دلیله ګروهو درلودو په پار رټي: ((إِنْ عِنْدَكُمْ مِنْ سُلْطانٍ [585]= ددې خبرې لپاره هېڅ دلیل نه لرئ.»

 حضرت يوسف علیه السلام هم، کفارو ته په بلنه کې استدلال وکړ: ((أَ أَرْبابٌ مُتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْواحِدُ الْقَهَّارُ[586]= ايا خپاره واره (او ګڼ شمېر) پالونکي غوره دي که يو زورور”الله” ؟!))

شته ځینې وګړي، چې په ښوونه او روزنه کې د عقلي ، وحیاني او روایتي دلیل پرځای، په خوب، شعر او دروغجن عرفان استناد کوي او له نامعتبرو رسنیو او وېبپاڼو په ګټنه، خپل مطالب مخکې وړي؛ خو د انسان تکیه دې پر عقل او وحې وي.

7.د تشخیص او بیان د کچو لوړول

د مناسبې منځپانګې یوه ځانګړنه داده، چې مخاطب ته د تشخیص ځواک ورکړي. د کچو او ضوابطو ویل او ترې د لاروۍ اړتیا، د ښووند یوه دنده ده. که مخاطبان له دیني او توحیدي اساساتو او حق لار سره آشنا شي؛ نو د تشخیص له لوړ ځواکه به برخمن شي. امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه وايي: «حق په وګړیو نه پېژندل کېږي؛ حق وپېژنه؛ نو حقوال به پخپله وپېژنې.»[587]

له حق د باطل پېژندو کچې بېلابېلې دي؛ لکه:

ـ آسماني كتاب، چې د چارو په ور وړاندې کولو سره کولای شو، حق له باطل وپېژنو.

ـ انبياء او الهي اولیاء؛ لکه څنګه چې یې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته فاروق ویلی دی[588] يا په حدیث کې لولو: «مَن فارق عليّاً فقد فارق اللّه؛[589] چاچې علي ته شا کړه؛ نو الله ته یې شا کړې ده.»

ـ تقوا؛ ځکه د غرایزو توپانونه، مینه او کینه له بې تقوایۍ سره، د حقیقت له درکه مخنیوی کوي.

ـ عقل، چې بې له هغه بیخي په وحې پسې نشو ورتلای.

البته فرقان او له باطل، د حق تشخیص ځواک، الله ورکړی حکمت او لید دی، چې متقیانو ته ورکول کېږي او په علم او لیک لوست پورې اړه نه لري: ((يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقاناً[590]= مؤمنانو! كه د الله (د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ؛ نو د حق و باطل د بېلوالي وزله به در پر برخه كړي (ځانګړې پوهه،چې په رڼا كې به يې حق له باطله وپېژنئ) او ګناهونه به مو ورژوي او بښي مو او الله د سترې لورنې خاوند دى.))

له ټکرونو او ناهمغږیو د خلاصون لار، د تشخیص د ځواک لوړول دي؛ د بېلګې په توګه: توحیدي او الله چورلیزه اندنه، د ژوند یوه مهمه کچه ده. قرآن کریم ګروهن دی، چې نوی کهول باید د تشخیص ځواک ولري، چې د ټکرونو ترمنځ وکولای شي، غوره یې وټاکي؛ نو څو څو ځل یې ویلي دي، چې که والدین خپل اولاد غیرالله ته وروبلي؛ نو اولاد دې ترې لاروي نه کوي، که څه له والدینو سره احسان په هر حال کې پکار دی؛ خو په هغه ځای کې ترې لاروي پکار نه ده، چې د الله او غیرالله ترمنځ ټکر وي. قرآن په «فلا تطعهما»[591] کلمه، اولاد، حقپالنې ته رابلي.

نو د مثبتو او منفي چارو ترمنځ، ددې دومره ټکر چاره، د تشخیص ځواک لوړول او د نوي کهول لیدانه/بصیرت دی؛ چې په آسانۍ دوست او دښمن وپېژندلای شي.

امام حسن مجتبی د قاسم په نامه یو دیارلس کلن زوی درلود، چې له خپل تره سره کربلا ته ولاړ او هملته شهید شو. امام حسین چې کله وپوښت، چې شهادت څنګه وینې؟ و یې ویل: تر شاتو خوږ! دا د سیاسي ودې معنا ده، چې یو دیارلس کلن ځوان دومره سیاسي وده کړې وه، چې ووايي: چې که مشري او واکمني د نااهل په لاس کې وي؛ نو مرګ تر شاتو خوږ دی او نن د ملګرو ملتونو مشر پیسی اخلي او حق نه وايي او وايي: خواشینی یم، چې زه یې په پیسو واخستم او خوله یې راټپه کړه.[592] یو وايي: «که باطل حاکم دی؛ نو مرګ تر شاتو خوږ دی. بل وايي: ما ته ډالر راکړئ او هېوادوال مې ووژنئ او زه هېڅ نیوکه نه کوم.»

د نن ستونزه، د تشخیص د ځواک نشتون دی، چې د عاطفې، وجدان او عقل د مرګ لاملېږي او دا تشې، د پوهنتونو په مونوګرافونو نشو ډکولای.

8. پاکه او طیّب خبره

منځپانګه دې پاکه او په زړه پورې وي؛ ځکه د الله لار، د پاکیو لار ده او هغوی چې د الله لار ته ښیون شوي دي، یوازې پاکې خبرې کوي. قرآن کریم، د جنتیانو په اړه وايي، چې هغوی په طیب کلام ښیونېږي: ((وَ هُدُوا إِلَى‏ الطَّيِّبِ‏ مِنَ الْقَوْلِ [593])) او پاکه خبره ده، چې د الله د خوښۍ لاملېږي او ورپورته کېږي: ((إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ‏ الطَّيِّبُ‏ [594]))

د انسان خبره د زڼي په څېر راټوکېږي او په ونه بدلېږي؛ خو د قرآن کریم د تعبیر له مخې، دوه ډوله ده:

هغه ونه پاکېږي، چې پیاوړې جرړې لري، څانګې یې د اسمان پر لوري دي او د الله په اجازه، هر مهال مېوه ورکوي: ((أَ لَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُها ثابِتٌ وَ فَرْعُها فِي السَّماءِ * تُؤْتِي أُكُلَها كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّها[595]))

شجره طيّبه[596] او پاکه ونه، یو لړ ځانګړنې لري؛ لکه؛ وده کول، له مېوو ډکه، سیوری درلودل، پایښتي او په هر وخت کې مېوه ورکول. یوپالی انسان هم په ټپه ولاړ نه وي او د ایمان آثار یې تل په ویناوو او کړنو کې څرګند وي. ګروهه یې تلپاتې ده، نه موسمي او تل نور ایمان او نېکچاریو ته رابلي.

ـ یا هغه ونه چې بې جرړې شي، د وښو په څېر پر ځمکه راختلې او هېڅ ټینګه نه ده: ((وَ مَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْأَرْضِ ما لَها مِنْ قَرارٍ [597]=(همداراز) “خبيثه كلمه “(شرک او ناولې خبره) د بذ ذاتې ونې په څېر ده، چې [بېخ يې] د ځمكې له سره را ايستل شوى (او) ټينګه نه وي .))

 کږې ګروهې، کلمې او انسانان، نه جرړه لري، نه مېوه، نه ګل، نه ښکلا، نه عطر ، نه پایښتي، نه سیوری او نه وده؛ بلکې د نورو د لار پر سر خنډ او اغزی دی.

د طیب خبرې چورلیځ توحید دی او زړونو ته وده ورکوي. منځپانګه چې څومره پاکه او په زړه پورې وي؛ نو هومره به د مخاطب په زړه او ماغزو اغېز شیندي.

طیّب منځپانګه؛ نرمه ، مستدل، وده ورکوونکې، ژغورنکې، ښیونکې، له حق د باطل بېلونکې، له حکمته او موعظې ډکه او له احسن جدل سره (بې له کنځلو) ده، پخه او کریمانه ده (قولا معروفا / قولا کریما)، څرګنده (قولا بلیغا)، نرمه (قولا لینا)، بېلابېلې ډلې هک پکوونکې (فبهت الذی کفر)، بې اعوجاج (غیر ذی‌عوج)، خپلو ته هیلمنونکې او دښمن ته نهیلونکې، پراخه ، سپېڅلې، له له ځاني غوښتنو لرې، د حال د غوښتنو له مخې، عاقلانه او د خلکو له (حلالو) غوښتنو سره همغږې ده.

پر منځپانګې سربېره، د خبرې څرنګوالی، الفاظ او د غږ لحن هم د خبرې پر زړه پورې والي اغېز لري.

9. سنجیده‌ګدېدل

منځپانګه دې د مخاطب له اړتیاوو او شرایطو سره همغږې وې، ویل دې یې د مصلحت له مخې وي، ستونززېږې دې نه وي، ناجوت مطالب دې و نه ویل شي او هر هغه څه دې هم و نه ویل شي، چې پرې پوهېږو؛ ځکه وګړي بېلابېل دي او ټول یې یو شان ظرفیت نه لري. مطالب دې د جنسیت، عمر، لیک لوست او د مخاطب د لېوالتیا او حوصلې له مخې ډلبندي شي. شته داسې مطالب چې نارینه وو ته مناسب دي او ښځینه وو مخاطبانو ته مناسب نه دي او شته داسې مطالب چې یوازې پوخمنګو وګړیو ته مناسب دي؛ خو همدا مطلب به بیا بلې ډلې ته مناسب نه وي او…

قرآن سپارښتنه کوي، چې هغه څه مه پوښتئ، چې که پرې پوه شوئ؛ نو د خپګان مو لامل شي. ښووند دې هم د هرې پوښتنې ځواب نه ورکوي او هره خبره دې هم نه کوي؛ ځکه نه هره پوښتنه پرځای ده، نه هر ځواب ورکول پکار دي او نه هره پوهېدنه ګټوره وي او نه هره پټونه عیب لري او نه د هر حقیقت خپرول، واجب دي.

ان په یوه ځای کې چې یې اړتیا لیدل کېږي، چې یو مطلب وویل شي؛ نو اړینه نه ده، چې ټول یې بیان کړو؛ د بېلګې په ټوګه، که د یوه تکړه زدکړیال ستاینه کوو؛ نو له سنجول شویو غونډلو دې کار واخستل شي، چې د نورو احساسات را و نه پاروو او دښمني ترې جوړه نشي. د کینو د مخنیوي په پار، د فضایلو پټول یو اړین چار دی؛ نوځکه حضرت یعقوب علیه السلام خپل زوی، حضرت یوسف علیه السلام ته سپارښتنه وکړه: ((قالَ يا بُنَيَّ لا تَقْصُصْ رُؤْياكَ عَلى‏ إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْداً إِنَّ الشَّيْطانَ لِلْإِنْسانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ[598]= (يعقوب) وويل : (( زويکه! خوب دې خپلو روڼو ته مه وايه، (هسې نه خطرناكه) نقشه درته وكاږي؛ ځكه شيطان د انسان ښكاره غلیم دى. ))

په رټنه کې دې هم ځینې خبرې و نه ویل شي. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم خپلې یوې مېرمن ته یوه خبره وکړه او ورته یې وویل، چې چاته یې و نه وايې؛ خو هغې بلې ته وویله. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم خپلې هغې مېرمن ته یو څو خبرې وکړې؛ خو ټولې یې ورته و نه کړې او له نورو یې تېر شو. مېرمن یې وپوښتل: «له کومه خبرې شوې، چې ستا راز مې بربنډ کړی دی؟» آنحضرت وویل: « حکیم خدای راته وویل، چې تا خواله ساتي نه ده کړې.» ددې آیت په پامنيوي، چې که پکار وه، چې انسان یوه خبره مطرح کړي؛ نو باید سنجیده رفتار وکړي او د هغو خبرو یوه څنډه اوڅار کړي؛ نه ټوله یې: «عَرَّفَ بَعْضَهُ»[599]

د بریالي ښووند، ویلې او ناویلې حساب شوې او سنجول شوې دي او د خبرې په کولو کې د خبرې شاوخوا ته هم ګوري او د خبرو منځپانګه یې راپاروونکې، سپکوونکې او کړوونکې نه ده او د خبرې کول یې د مخاطب د مصلحت په پار وي.

10. د لمانځه چورلیځول

لمونځ د روزنې چورلیځ او د انسانسازۍ کارخانه ده. بریالی ښووند هغه دی، چې د ژوند زدکړې، د بندګۍ، علمي ودې او مانیزې او اخلاقې زده کړې سره مل خپل زدکړیال ته ورزده کړي.

آیتونه او روایتونه په خورا جدي بڼه پر لمانځه ټینګار کوي. د اسلام دا مهمه کړنه، په وحیاني سرچینو کې ځانګړی مقام لري؛ نو ددې سترې کړنې پوره کولو ته دې خورا هڅې وشي او د خپلې ښوونې یوه برخه مو دې عبادي کړنې- ته چې په روزنه کې خورا مهمه ونډه لري- ځانګړې کړو.

ددې په پامنیوي، چې د لمانځه په اړه خورا ویېنې شته او له بېلابېلو ګوټونو ورلیدای شوو؛ دلته یې یوازې یو څو پلوشو ته اشاره کوو.

نوزېږي بېلابېلو او ډول ویټامینو او مینرالونو ته اړتیا لري او الله ورته د مور په شیدو کې ایښي دي. بدن اوبو، وازدو، ګلوکوز، کلسیم او فاسفورس ته اړتیال لري او دا ګرد سره اړتیاوې ورته الله د مور په شیدو کې ایښې دي او د مور د شیدو څښل؛ یعنې د ټولو اړتیاوو پوره کېدل!

لمونځ انسان ته د مور د شیدو په څېر دي؛ یعنې هر هغه څه چې د انسان ودې ته پکار دي، په یوه نه یوه ډول، په لمانځه کې ایښوول شوي دي. څو بېلګو ته اشاره کوو:

ـ غفلت څنډنه، چې د اذان اغېز دی.

ـ په ډګر کې شتون، چې په جومات او جماعت لمانځه کې لیدل کېږي.

ـ ازادې ټاکنې، چې په جومات او امام جماعت ټاکنه کې ترسترګو کېږي.

ـ عدالت ته پاملرنه، چې د امام جماعت لپاره یو اړین شرط دی.

ـ قرآن کریم ته پاملرنه، چې په لمانځه کې چورلیځ دی.

ـ مسواک، عطر او ږومنځې (پاکوالي) ته پاملرنه، چې د لمانځه ثواب لوړوي.

ـ حق الناس ته پاملرنه، چې د لمونځ کوونکي د ځای او جامې په ټاکنه کې ترسترګو کېږي.

ـ حلالې مړۍ او د بېوزلیو لاسنیوي ته پاملرنه، چې د لمانځه د قبلېدو شرط دی.

ـ رنګ ته پاملرنه، چې پر سپین رنګ ټینګار شوی دی.

ـ په «مالک یوم الدین» کې معاد ته پاملرنه او په «صراط الذین انعمت علیهم» کې هدایت ته پاملرنه او په «اشهد ان لا اله الا الله» کې له رسول الله او د الله له نېکو بندګانو سره اړیکې ته پاملرنه تر سترګو کېږي.

ـ معیارونو او کچو ته پاملرنه، چې په جماعت لمانځه کې ترسترګو کېږي او باید هغه وګړي، د لمانځه په لومړي صف کې ودرېږي، چې پوهه او تقوا یې ډېره وي.

ـ له طبیعت سره اړیکې ته پاملرنه؛ لکه لمر، چې د لمانځه وخت په پېژندنه کې آریزه ونډه لري، په قبله پېژندنه کې د ستوریو ونډه، په غسل او اودس کې له اوبو سره اړیکه، په سجده او تیمم کې خاورې سره اړیکه او …

ـ سینګار او پاکوالي ته پاملرنه، چې لمانځه ته دې پاکې او غوره جامې واغوستل شي…

په کومه انجینرۍ نقشه کې دومره اغېزې نغښتې دي؟ هغه هم کله په تکرار؛ ځکه انسان یو داسې موجود دی، چې غافلېږي او له الله سره اړیکې او دعا ته اړتیا لري او په ټولو دعاوو کې دې په شواروز کې څو ځل الله یاد کړي او ترې وغواړي: «اهدنا الصراط المستقیم» چې له نېغې لار کوږ نشي.

لمونځ ان د واده په چار کې هم ارزښتمن دی؛ ځکه سپارښتنه شوې، چې جومات ته تلونکي، د واده لپاره وټاکئ. سره له دې چې لمونځ یو عرفاني چار دی؛ خو د هغه د لمانځه ثواب چې واده یې کړی، د هغه په پرتله اویا ګرایه ډېر دی، چې واده یې نه دی کړی.      

نو پردې بنسټ، هر ښووند چې ځان د نوي کهول د روزنې پازوال ګڼي، باید هم له علمي پلوه او هم د لمانځه د منځپانګې په پامنیوي، د خپلې ښوونې منځپانګه اوډون کړي او د لمانځه بیرغچي دې ووسي؛ هغه هم په جماعت سره لمونځ، د زړه له حضور سره له لمونځ، په خپل وخت او جومات کې لمونځ!

11.د قانونپالنې ښوونه او د قوانینو رعایتول

د ځینو ټولنو د روسته پاتېدو یو لامل، له قانونه تېښته ده او یو هغه ټکی، چې په منځپانګه کې مو باید پام ورته وي، قانونپالنې او قانون رعایتولو ته هڅونه او ددې چار د ګټو بیانول دي؛ هغه هم د اسلامي هېواد قانون، چې د وحیاني سرچینو په پامنیوي او د فقهاوو د نظر له مخې اوډون شوی دی.

باید قانونپالنه د نوي کهول په ټولو ښوونیزو کړلارو کې بنسټیزه کړو؛ البته قانونپالنه هغه مهال ارزښتمنه ده، چې قانون او خلکو ته د رناوي او د الله د خوښۍ په پار وي؛ ګنې د وېرې او اجبار له مخې قانون پلي کول، هېڅ ارزښت نه لري؛ نو نوی کهول دې داسې وروزل شي، چې بې له وېرې او اجباره قانونپالی ووسي.

قرآن کریم د مؤمنانو یوه ځانګړنه د الهي قوانینو مراعاتول ګڼي: ((وَ الْحافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ‏ [600])) او د الهي قوانینو ماتول او ترې تېښته یې ظلم او تېری ګڼلی دی او نیوکه یې پرې کړې ده: ((وَ مَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ.[601]))

قرآن د بني‌اسرائیلو کیسه رانقلوي، چې هغوی د شنبې پر ورځ د کبانو له ښکاره منع شوي ول؛ خو هغوی قانون مات کړی او په قرآن کې یې نامه د یرغلګر په نامه یاده شوې ده: ((اعْتَدَوْا مِنْكُمْ فِي السَّبْت[602])) په دې آیت کې له قانونه تښتېدونکي، په «معتدین» یاد شوي دي.

واقعي مؤمن نه له صریح او متعبرو قوانینو اضافه ګام اخلی او نه یې په اړه ناغېړي کوي؛ ځکه له الهي قوانینو سرغړونه منع/بډن ده: ((وَ ما كانَ‏ لِمُؤْمِنٍ‏ وَ لا مُؤْمِنَةٍ إِذا قَضَى اللَّهُ وَ رَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَ مَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَ رَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالًا مُبِيناً [603]= او چې الله او استازى یې د يو كار (د ترسره كولو) پرېكړه وكړي؛ نو هېڅ مؤمن او مؤمنه حق نه لري د خپل (همدې) كار په باب (د الله د حکم پرخلاف) څه واک ولري او څوك چې د الله او له استازي یې سرغړونه وکړي؛ نو هرومرو پر څرګند بېلارېتوب اخته شوى دى. ))

ددې آیت په پامنیوي،[604]د دیني حکومت په نظام کې، «قانون» د الله قانون دی او خدامحوري پر دموكراسۍ او ولسواکۍ واکمنه ده؛ ځکه د خلکو نظر هغه مهال ارزښت لري، چې د الله د حکم مخالف نه وي او د انسان ازادي، د الهي قوانینو په چوکاټ کې ده. عقل باید د وحې تابع وي او سلیقه دې د وظیفې تابع وي.

داچې آیت وايي: «انسان د الله او د هغه د استازي د حکم پر وړاندې کوم واک نه لري »، نبايد ځینو ته هېښوونکی وي؛ ځکه دا چار دې ته ورته دی، چې یو طبیب خپل رنځو ته ووايي: حق نه لرې، بې له هغه څه مصرف یا وخورې، چې ما درته ویلی دي. الله هم موږ د الله او رسول الله د حکم پر وړاندې، د خپلې خوښې له مخې له ټاکنې منع کړي یوو؛ ځکه هغه زموږ د نېکمرغۍ لار، تر موږ ښه پېژني.

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي: «يا عباد الله انتم كالمرضى‏ و رب‏ العالمين‏ كالطبيب… الا فسلموا لله امره تكونوا من الفائزين؛‏[605] اى د الله بندګانو! تاسې د رنځورانو په څېر او الله د طبیب په څېر دی. د رنځور مصلحت د رنځو په نسخه کې دی، نه په هغه څه کې چې د رنځور خوښېږي؛ نو د الله حکم ته تسلیم وسئ، چې بریالي شئ))

امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه په خپله روستۍ سپارښتنه کې د تقوا ترڅنګ د نظم سپارښتنه هم کړې ده: «أُوصِيكُمَا وَ جَمِيعَ وَلَدِي وَ أَهْلِي وَ مَنْ بَلَغَهُ كِتَابِي بِتَقْوَي اللَّهِ وَ نَظْمِ‏ أَمْرِكُمً‏».[606]

د اسلامي هېواد له قانونه تبعیت، د پرمختګ راز دی او له قوانینو سره د مخاطبانو او زدکړیالانو آشنا کول، په تېره له ټولنینو او برخلیک سازو قوانینو سره، د ټولنې د ودې پر لور یو مهم ګام دی.

12. شبهاتو ته پاملرنه

شبهې جوړول او شیندل یې د کفارو او دښمنانو یو دود دی.

د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو د چارواکیو یوه دنده داده، چې هم ښووندان، هم زدکړیالان او هم مخاطبان له دې شبهو لرې وساتي. د ښوونې د متونو د منځپانګې یوه برخه دې، نوي کهول ته د دغسې شبهو د ځواب ورکولو ته ځانګړې شي.

درانه ښووندان دې په اضافه مطالعې سره د خپل ځواب ورکونې ځواک لوړ کړي او هڅه دې وکړي او دود شبهې دې هم په پام کې ونیسي او ځواب دې ورکړي.

13. منځپانګه دې د اړتیا له مخې وي

منځپانګه دې د مخاطب د اړتیا له مخې وي، چې د ژوند د ستونزه یوه غوټه ورپرانځي. وي به داسې منځپانګه، چې له علمي پلوه خورا کوټلې وي؛خو د مخاطب کومه اړتیا به پوره نه کړي. مخاطبان د هغې منځپانګې تږي دي، چې په کار راشي او د اړتیاوو له مخې یې وي؛ نو هر هغه مهال، چې ښووند د خپلې ښوونې منځپانګه د مخاطب او زدکړیال د اړتیا له مخې اوډون کړې وي؛ نو له ډېر استقبال سره مخېږي.

د الهي انبیاوو معجزې، د خپل پېر د چارو له مخې وې او د معجزې د سنخیت او تناسب رعایتول وو، چې د مخاطب په راماتولو کې یې خورا ونډه درلوده. د حضرت موسی علیه السلام په پېر کې کوډې او جادو ډېر دود و ـ د آنحضرت معجزه دا وه، چې کونټۍ یې ښامار شي او د کوډګرو اثار لواړ تېر کړي، تر څو ټول باور وکړي، چې معجزه او کوډې سره توپیر لري-. همداراز د حضرت عیسی علیه السلام پرمهال، طب او طبابت ډېر رونق درلود او آنحضرت به د الله په اجازې سره مړي راژوندي کول. چې د هغه مهال د خلکو سر یې پر توپیر خلاص شي. د اسلام پېغمبر (ص) پر مهال، په عربو کې ادبیاتو خورا رونق درلود، چې قرآن رانازل شو.[607]

او شونې ده، چې د امام مهدي معجزه به داسې څه وي، چې د هغه مهال وګړي، مخترعین، مکتشفین او مبتکرین یې علمي ستریا درک کړي. په روایتونو کې راغلي، چې د امام مهدي د راتګ تر وخته به، له هغو اووه ویش (۲۷) ډولو پوهو یوازې ، دوه (۲) ډوله يې رابرسېره شي او پینځویشت (۲۵) نور ډولونه به یې آنحضرت رابرسېروي.[608]

[1]. ((كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ كَذَّبُوا بِآياتِنا فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَ اللَّهُ شَدِيدُ الْعِقابِ ( آل عمران: 11)= (د حقايقو په نټه او اړولو كې یې دود) د فرعونيانو او تر دوى د مخکېنيو په څېر دى، چې زموږ آيتونه يې دروغ وګڼل؛ نو خداى دوى په خپلو ګناهونو ونيول او خداى سخت عذابى دى .))

[1]. ((وَ لا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَ اخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ ما جاءَهُمُ الْبَيِّناتُ وَ أُولئِكَ لَهُمْ عَذابٌ عَظِيمٌ (آل عمران: 105)= او د هغوی په څېر مه شئ، چې (د پالونكي) د څرګندو لارښوونو تر وررسېدو روسته ډلې ډلې او خپاره واره شول او همدوى ته ستر عذاب دى.))

[1]. ((وَ كَأَيِّنْ مِنْ نَبِيٍّ قاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَما وَهَنُوا لِما أَصابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَ ما ضَعُفُوا وَ مَا اسْتَكانُوا وَ اللَّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ‏ (آل عمران: 146)= او څه ډېر پېغمبران داسې ول، چې په ملاتړ كې يې ډېرى خداى پالونكي وجنګېدل او د الله په لار كې چې كړاوونه ورغلل؛ نو زړه ماتي او كمزوري نه شول ( او اېلېدو ته يې غاړه كېنښووله) او الله زغمونكي خوښوي.))

[1]. ((وَ اتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْناهُ آياتِنا فَانْسَلَخَ مِنْها فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطانُ فَكانَ مِنَ الْغاوِينَ (اعراف: 175)= او دوى ته د هغه (بلعم باعورا) حال ولوله، چې موږ د خپلو آيتونو (علم) وركړى و؛ خو ځان یې ترې وايست او شيطان ورپسې شو او له لار وركو ځنې شو.))

 

 

اووم څپرکی

مخاطب

مخاطب د ښوونې او روزنې یو آریز رکن دی. مخاطب ته پاملرنه، پېژندنه یې او ورسره مناسبه اړیکه کولای شي، د ښووند په بري کې ستره ونډه ولري.

1. مخاطب‏ پېژنده

طبیب هغه مهال سمه نسخه ورکولای شي، چې پر خپلو زده کړو سربېره، د رنځور د رنځ د مخینې، د رنځ د وراثتي توب، بل ته د لېږد وړ او د ډول ډول لابراتواری معایناتو؛ لکه شکر، چربی، پښتورګیو، زړه او دې ته ورته چارو په اړه هم معلومات ولري.

ښووند هم هغه مهال کولای شي، چې خپل زدکړیال سم وروزي، چې له ټولو هغو چارو؛ لکه چاپېریال، پېښو او مثبت او منفي لاملونو خبر وي، چې پر زدکړیال اغېزمن وي.

که ښووند پوه شي، چې زدکړیال یې له چا سره کېني یاڅي، څه ګوري، څه اوري، څنګه فکر کوي او موروپلار یې څه ورزده کړي، له دیني مراکزو سره یې اړیکه څنګه ده او…. نو هغه مهال کولای شي، د زدکړیال پر ټپ یې ملهم شي؛ګنې نو د هغه پېچکارۍ کوونکي په څېر به وي، چې مالوچ او الکول پر کیڼ مټ مږي او پېچکارۍ په ښي مټ کې کوي!

بریالی ښووند دې مخاطب پېژاندی وي او وګړي او روحیات دې یې په پام کې ونیسي. مخاطبین له علمي، حوصلې، اړتیا، کورنۍ، چاپېریال او درلودنکیو ستونزو له پلوه سره توپیر لري:

ـ د ځینو حوصله لږه او د ځینو ډېره وي ؛

ـ ځینې مغرور وي او په سخته یوه خبره مني؛

ـ ځینې عاشق او په مینه سبق ته غوږ ږدي؛

ـ ځینې بې توپیره وي او هېڅ احساس نه لري؛

ـ ځینې په تېښته کې وي او د ښوونځي رخصتېدو ته په تمه وي؛

ـځینې ستړي وي، ځینې تړلې وي او ځینو د هغو ستونزو په اړه په سوچ کې ډوب وي، چې دی یا کورنۍ یې لري.

2.د مخاطب د اند او اندنې کچې ته پاملرنه

د مخاطب د اندنې کچه په پام کې نیول، د ښوونې او روزنې یوه اړتیا ده؛ امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه په یوه ښکلې وینا کې وايي: «العقل مركب العلم‏؛[609] عقل، د علم سپرلۍ ده.» دا وړه خو پخه خبره، د علم د ستر مقام د ښوولو ترڅنګ وايي، چې د علومو په منلو کې دې د عقل د منلو وړتیا ته هم پام وشي؛ لکه څنګه چې آسماني ښووندانو د عقل د منلو کچې ته پام و. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي: «أُمِرْنَا مَعَاشِرَ الْأَنْبِيَاءِ أَنْ نُخَاطِبَ‏ النَّاسَ‏ عَلَى‏ قَدْرِ عُقُولِهِمْ‏؛[610] راته امر شوی، چې له مخاطب سره د عقل هومره خبره وکړو.))

له بېلابېلو لارو د خلکو د عقل کچه معلوملای شو: داچې څه موخه او هیله لري؟ څوک یې ځان ته بېلګه ټاکلی دی ؟ له چا سره ملګری دی ؟ کوم کتابونه لولي؟ کومې دعاوې لولي؟ په کومو لاره مینه او دښمني کوي ؟ کوم ولسمشر، کوم وزیر، کومه ودانۍ، کومه علمي رشته او کومه جامه ورته لومړيت لري ؟د څه په له لاسه ورکولو خپه کېږي او د څه په درلودو ویاړي ؟ کوم شعرونه یې یاد کړي دي ؟ څنګه ګړېږي او ژبه یې خوږه که ترخه ده ؟

د وګړیو له لید، لېوالتیا او سلیقې یې د اند کچه معلومولای شوو.

په ځینو روایتونوکې راغلي دي، چې الله ته د وګړیو د نږدېوالي څومره والی یې د خپل عقل هومره دی.[611] په بل حدیث کې راغلي دي، چې حساب و کتاب یې هم د عقل هومره دی.[612]

3. د مخاطب ارواییزې چمتووالي ته پاملرنه

یو آر چې په ښوونه او روزنه کې خورا مهم دی، د مخاطب چمتووالي ته پاملرنه ده. یو دېوال چې لامده سېمنټ لري، که ډبره پرې کېږدو؛ نو ورپورې به ونښلي؛ خو که سېمنټ یې وچ شوي وي؛ نو له خورا هڅو سره سره به بیا هم ور و نه نښلي.

ارواییز چمتووالی، په ډېری چارو کې د بري خواله ده. په حدیث کې لولو، چې د انسان زړه او روح، کله لېواله وي او کله کرکه کوونکی؛ امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه وايي: «زړونه هم منل او ورشا کول لري؛ نو د زړه په لېوالتیاوو ورننوځئ؛ ځکه زړه چې په اکراه کې وي؛ نو ړوند شي.»[613] ان په عبادت کې دنده لرو، چې هغه مهال مستحب او نفل لمونځونه او عبادتونه وکړو، چې اروا مو ورته لېواله وي او هغه مهال مو چې اروا لېواله نه وي، په واجباتو عمل وکړو او مستحب چارې پرې و نه تپو.[614]

ښووند دې پوه وي، چې د زدکړیال طبع یې لګي که نه؟ تر هغه مخکې یې کومه خبره اورېدلې که نه او څومره موده بوخت و ؟ وږی دی که موړ؟ په تنګسه کې دی که په پراخۍ کې ؟ بحث ورته نوی دی که تکراري ؟ دې چارو ته پاملرنه، لاملېږي چې ښووند د خپل زدکړیال د چمتووالي له څومره والي خبره شي او خپله ښوونه یې د لېوالتیا یا کرکې پر بنسټ اوډون کړ.

4. د مخاطب په طبع ځان پوهول

بې له رسمي سبقونو، چې ځانګړي لړلیکونه لري او د مخاطبانو د اړتیا له مخې اوډون شوي او د کال په اوږدو کې تدریسېږي، په ځینو ځایونو کې چې استاد د موضوع په ټاکنه کې آزادي لري، په تېره په ویناوو، کورنیو او محفلي ټولګیو کې؛ نو استاد دې د مخاطب له ذایقې غافل نه وي؛ بلکې و دې څېړل شي، چې په پام کې ویېنه، د اړتیا له مخې ده که نه او ددې ویېنې په اړه کوم معلومات لري که نه. کله باید ښووند، څو موضوعات اوڅار کړي او پر هغه څه ډېره رڼا واچوي، چې د مخاطب اړتیا ده.

شته داسې وګړي، چې د معلوماتو د لږوالي له کبله، کم ارزښتو موضوعاتو ته لېوالتیا لري او په داسې ځایونو کې دې ښووند د مخاطب په طبع وچلي او خپل مخاطب، د خپلو اروايي او زړګنیو اړتیاووو په نسبت توجیه او تنده پکې رامنځ ته کړي او په خپله واکمنۍ او خوږه ژبه، د مخاطبانو د اړتیا وړ مطالب بیان او ورزده کړي.

5. د مخاطب درناوی

اسلام د ټولو خلکو ، په تېره د هغوی چې ستا تر ښوونې او روزنې لاندې دي، د درناوي سپارښتنه کړې ده. له خلکو سره د انبیاوو چلن یې د رورولۍ چلن و. په «اخوهم»[615] او«یا قوم»[616] تعبیر، چې په قرآن کریم کې رانقل شوی دی، د انبیاوو او خلکو سره د مینې او درناوي د چلن څرګندوی دی.

قرآن کریم، رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته وايي:: ((وَ اخْفِضْ جَناحَكَ‏ لِمَنِ‏ اتَّبَعَكَ‏ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ [617]= او مؤمنانو ته خپل وزر ټيټ کړه، چې ستا لاروي کوي (او په نرمۍ ورسره چلېږه).)) همدارزا په انعام سورت 54 آیت کې خپل استازي ته حکم کوي: مخکې له دې، چې مؤمنین درباندې سلام وکړي، ته پرې سلام کوه. ((إِذا جاءَكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآياتِنا فَقُلْ‏ سَلامٌ‏ عَلَيْكُمْ‏.[618]))

قرآن خپلو مخاطبانو ته کریمانه عناوین کارولي دي؛ د بېلګې په توګه، مؤمنیو ته وايي: «یا ایها الذین آمنوا»، یا کتابیانو ته وايي: «یا اهل الکتاب». اسلام ان د مریانو درناوی هم رعایت کړی دی او په اړه یې د «فتی» (ځوان) کلمه کارولې ده. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم به ماشومانو ته سلام کاوه او په کنیه یې غږ ورته کاوه.

په حجرات سورت کې سپارښتنه شوې،چې یو بل ته ناوړه لقبونه مه کاروئ. رسول الله ټولې هغه نامې بدلې کړې، چې سپکاوی به پکې و. آنحضرت چې پخپله ((عقل کل)) و، دنده یې درلوده، چې له خلکو سره مشوره وکړي او ناویلې څرګنده ده، چې دا مشوره د خلکو د درناوي په پار وه.

اسلام هر ډول، سپکاوی، ملنډې وهل، پېغور ورکول، غیبت کول، کنځل او هر هغه چار حرام کړی دی، چې د وګړي آبرو او شخصیت/وګړه ټکنۍ کوي.

 تکریم/درناوی، ښووند ته د زدکړیال زړه راماتوي او اغېز ته یې چمتو کوي.

6. له مخاطب سره سلامشوره

له زدکړیالانو او مخاطبانو سره مشوره، هغوی ته د شخصیت ورکولو یوه لار ده. دا کړنه هم د مشوره کوونکي د خاکسارۍ نښه او هم د مخاطب د ودې لاملېږي؛ ځکه چې درناوی مو یې وکړ او پرې و مو شمېرل؛ نو مخاطب به فکر کولو ته اړ ایستل شي او په غیرمستقیمه توګه ورزده کوو، چې له نورو سره مشورې ورکولو ته ارزښت ورکړي.

کله زدکړیال په داسې څه پوهېږي، چې د ښووند ورته پام هم نه وي؛ ځکه په فکر او اند کې خو سلسله مراتب نه وي.

د ښوونې په بایدونو کې مو وویل، چې ان که تر ټولو عاقل عادل وګړي هم یوو، له مشورې کولو مړه خوا نه یو؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم دنده درلوده، چې مشوره وکړي: ((وَ شاوِرْهُمْ‏ فِي‏ الْأَمْر [619])) او و مو ویل، چې د مشورې حکم د ولسي او ټولنیزو چارو په اړه دي، نه د هغو چارو په اړه، چې په اړه یې د الله او رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم له لوري صریح نص یا حکم وي.

په روایتونو کې راغلي دي، چې امام رضا به له خپلو مریانو سره مشوره کوله او هغوی به چې شرمېدل؛ نو ورته به یې ویل: «آیا پروا لري، چې الله مو په ذهن کې داسې څه اچولي وي، چې ما ته یې نوي وي  اچولي؟»

7. مخاطبین جلا جلا دي

که څه په ښوونیزو مرکزونو کې، وګړي د عمر او کال پر بنسټ جلا کېږي؛ خو په خواشینۍ چې تراوسه پورې په ځینو ښوونیزو مرکزونو په تېره په پوهنتونو کې جنستي تفکیک نه دی شوی؛ ځکه په ځوانۍ کې د غوره ښوونې لپاره او د شرعي مسایلو د رعایت لپاره، جنسیتي تفکیک یوه اړتیا ده.

په غیرښوونیزو مرکزونو کې؛ لکه جوماتونو کې هم، په ډېری وختونو کې، د معلوماتو او عمر پر بنسټ د مخاطبانو تفکیک یو اړین چار دی، که څه پردې بنسټ د مخطبانو تفکیک، لږ زحمت غواړي- او یو عادي او عرفي چار هم نه دی- خو کولای شي د دیني غونډو ګټوري ډېره کړي او له وګړیو سره مرسته کوي، چې د خپلو اړتیاوو او معلوماتو له مخې، د خپلو دیني معلوماتو یوه برخه زده کړي.

8. په مخاطب پسې ورتلل

په حدیث کې لولو: لکه څنګه چې ناپوه پوښتل کېږي، چې ولې دې زده نه کړل، عالم هم پوښتل کېږي، چې ولې دې ورزده نه کړل ؟

د قرآن کریم په آیتونو کې راغلي دي، چې پېغمبران به په خلکو پسې ورتلل: ((أَ فَكُلَّما جاءَكُمْ رَسُولٌ[620])) همداراز راغلي دي، د حق پلویان دې په خلکو پسې ورشي: ((جاءَهُمُ الْحَقُّ.[621]))

حضرت علي کرم الله وجهه د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په اړه وايي: «طبیب دوار بطبه[622]= هغه طبیب و، چې خلکو ته ورتله..»

قرآن کریم په رټنیز لحن ویلي دي، چې ولې یوه ډله د فقیه کېدو لپاره نه کډنېږي او تر فقیه کېدو روسته خپل قوم ته نه ورستنېږي ؟[623] د قرآن له لیدلوري، علماء دې خلکو ته ورشي او په تمه دې نه وي، چې خلک بلنه ورکړي؛ نو پردې بنسټ د دوه ډوله هجرت سپارښتنه شوې ده، یو یې د فقیه کېدو لپاره او بل ګواښنګرۍ او پوهاوي ته خپلې سیمې ته ورتګ.

9. د مخاطب خبرې ته غوږ نیول

قرآن کریم، د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په ستاینه کې وايي، چې آنحضرت به د خلکو خبرې ته غوږ ايښوده، دومره چې خلکو به وویل، چې رسول الله یوازې اورېدل کوي: ((وَ يَقُولُونَ‏ هُوَ أُذُنٌ‏[624]))

لکه څنګه چې ښووند پرځای تمه لري، چې د تدریس پر مهال ورته د زدکړیال سترګې، غوږونه او زړه ورمتوجه وي؛ پخپله ښووند دې هم د زدکړیال د خبرې کولو پر مهال ورمتوجه وي او د هغوی خبره دې په ځیر واوري، نه یوازې داچې یوازې غږ یې واوري او د قرآن کریم په تعبیر: «یستمعون القول» دې وي، «یسمعون».

په اورېدو کې برکتونه دي؛ لکه:

ـ د وګړیود روحیو، اړتیاو، نیمګړنو او ځانګړنو پېژندنه، هغه د شاعر د وینا له مخ:

تا مرد سخن نگفته باشد      عیب و هنرش نهفته باشد.

قرآن کریم وايي: همداچې د مصر پادشاه د حضرت یوسف خبره واورېده؛ نو واکمن یې ورکړ: ((فَلَمَّا كَلَّمَهُ قالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ‏ لَدَيْنا مَكِينٌ‏ أَمِين.[625]))

ـ د زدکړیال د اغېزمېدو،اخلاقو، ادب او له ښووند سره د مینې د کچې پېژېندل.

ـ زدکړیال ته درناوی دی.

ـ د زدکړیال د زړه تشېدل؛ ځکه همداچې انسان د یو چا خبرې ته غوږ کېږدي؛ هغه د آرام احساس کوي او ډېر داسې پېښ شوي دي، چې ډېرو کړېدونکیو انسانانو چې له ځینو سره خبرې کړې دي او هغو وګړیو ورته ویلي دي، چې موږ دې ستونزه نه شو هوارولای؛ خو کړېدلي یې په ځواب کې ویلي دي: همداچې زموږ خبره دې واورېده، موږ دې انسانانو کې وشمېرلو او زموږ آه و زارۍ دې واورېدې؛ نو له دې خبرې دې هم مننه.

ـ هغه ښووند چې د خپل زدکړیال خبره واوري، په خپله ښووند او روزنه کې کولای شي، غوره مطلب یا غوره عبارت یا غوره لار وړاندې کړي؛ ځکه د هغوی د خبرې په اورېدو یې تشې، دردونو او نیمګړتیاوې درک کوي او تر نورو غوره ورته لارښوونه کولای شي.

کله دې ځانګړیو وګړیو ته ځانګړې کړلار ولرو؛ لکه څنګه چې په روغتون کې طبیب، هر رنځور ته د ځانګړیو خوړو سپارښتنه کوي، ښووند هم باید هغو وګړیو ته ځانګړی وخت ورکړي، چې یا اروايي، کورنۍ، ګروهیزې یا اخلاقې ستونزې لري او ان که کولای شي، واسطه دې شي او خپل زدکړیال دې له اړوند کارپوه سره مخ کړي،چې په کار لارښوونه ورته وشي.

10. له مخاطب سره مو واټن لږ کړئ

څومره چې ښووند له خپل زدکړیال سره واټن لږ کړي؛ نو هومره یې خبره اغېزمنه وي. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته څو څو ځل دنده ورکول شوې، چې خلکو ته ووايي:

ـ ((قُلْ إِنَّما أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُم‏[626]= زه ستاسې په څېر یو بشر یم))

ـ ((قل لا املك لنفسى نفعاً و لا ضرّاً [627]= (ورته) ووايه : ((زه ځان ته د ګټې او زيان واک نه لرم))

ـ ((قل لا اقول لكم عندى خزائن اللَّه و لا اعلم الغيب و لا اقول لكم انّى ملك [628]= ووايه : ((زه درته نه وايم،چې د الله خزانې راسره دي؛ او (بې له هغه چې الله يې راښيئ) له غيبو هم خبر نه يم او نه درته وايم ،چې پرښته يم، زه خو يوازې د هغه څه لاروي کوم،چې راته وحې كېږي .)) ووايه :(( ايا ړوند او ليدونكى برابر دي؟!؛ نو ولې فكر نه كوئ ؟!))

یو هغه څه چې د ښووند او زدکړیال ترمنځ واټن رامنځ ته کوي، ځان ستر ګڼل او د هغو خبرو کول دي، چې مخاطب ترې توري کوي؛ نو ښووند دې غلّو نه کوي او نه دې د نورو له خولې خپله غلّو ومني، چې په دې اړه مو د نبایدونو په ویېنه کې خبرې کړې دي.

11. د انسانیت مقام ته پاملرنه

د انسان مقام ته پاملرنه او مخاطب یې وجودي بیې ته ورمتوجه کول، پر کړنو مناسب اغېز لري. قرآن کریم څو څو ځل انسان خپل لوړ مقام ته ورمتوجه کړی:

ـ ته د الله خليفه‏ یې‏: ((إِنِّي‏ جاعِلٌ‏ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَة.[629]))

ـ څه چې په ځمکه او اسمان کې دي، ستا دي: ((سَخَّرَ لَكُمْ ما فِي السَّماواتِ وَ ما فِي الارْضِ.[630]))

ـ له تاسره الهي امانت دی: ((إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمانَةَ عَلَى السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ الْجِبالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَها وَ أَشْفَقْنَ مِنْها وَ حَمَلَهَا الْإِنْسانُ…[631]))

ـ د الله روح درپوکل شوی دی: ((فَإِذا سَوَّيْتُهُ وَ نَفَخْتُ فِيهِ مِنْ رُوحِي.[632]))

ـ په پنځون غونډال کې تر ټولو غوره مخلوق یې: ((فَتَبارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخالِقينَ.[633]))

ـ موږ دې درناوی کړی: ((وَ لَقَدْ كَرَّمْنا بَنِي آدَمَ‏.[634]))

ـ موږ غوراوی درکړی دی: ((فَضَّلْناهُمْ عَلي كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْن.[635]))

او نور تعبیرونه.[636]

روایتونو هم انسان ته شخصیت ورکولو ته توجه کړې ده او انسان یې په غوږ وهلی او پوه کړی یې دی، چې خپل عمر دې په ناڅیزه مه پلوره. روایتونو د انسان شخصیت او د روح ستریا ته اشاره کړې ده؛ لکه حضرت مولا علي کرم الله وجهه په ډول ډول تعبیرونو سره ویلي دي:

ـ «انه ليس‏ لانفسكم‏ ثمن‏ الا الجنة فلاتبيعوها الا بها؛[637] پوه شئ، چې ستاسې د وجود بیه یوازې جنت دی، له جنته په لږه یې مه پلورئ.»

ـ «وَ تَحْسَبُ أَنَّكَ جِرْمٌ صَغِيرٌ وَ فِيكَ‏ انْطَوَى‏ الْعَالَمُ‏ الْأَكْبَر[638]

آيا ګومان کوې،چې کوشنی موجود یې؛ بلکې وجود دې یوه ستره نړۍ رانغاړي.»

ـ «هلك امرؤ لم يعرف قدره؛[639] هغه هلاک شو، چې په خپل قدر پوه نشو.»

ـ «العالم من عرف قدره و كفى بالمرء جهلًا الا يعرف قدره؛[640] پوه هغه دی،چې په خپل قدر پوه شي او د انسان ناپوهۍ ته همدومره بس، چې په خپل قدر پوه نشي.»

ـ «نعم العبد ان يعرف قدره و لا يتجاوز حده؛[641] ښه بنده هغه دی، چې خپل ارزښت وپېژني او د خپل شخصیت له پولو پښه وا نه ړوي.»

12. د ناسمو چلنونو پر وړاندې صبر کول

هغوی چې الله ته وربلنه کوي، پر وړاندې یې بې توپیره، نااهل او ناوړچلنه وګړي هم پیدا کېږي او که ښووند او د دین مبلغ په پراخه سینه ورسره و نه چلي؛ نو چار به یې پایله ور نه کړي. د الله پر لوري، د بلنې یو لار داده، چې تاوتریخوالی له منځه یوسو او د نورو ناوړچلني، په نېکچلنۍ ځواب کړو. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د الله د روزنې لاندې دنده درلوده، چې د دښمن د ناوړه چلنۍ ځواب په خورا غوره بڼه ورکړي:

ـ ((ادْفَعْ‏ بِالَّتِي‏ هِيَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ نَحْنُ أَعْلَمُ بِما يَصِفُونَ [642]= په ډېر ښه چلن د بدۍ مخنيوى وكړه (او د بدۍ ځواب په نېكۍ وركړه) څه چې دوى (مشرکان) وايي، موږ پرې ښه پوهېږو.))

ـ‌ ((وَ لا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَ لَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ‏ بِالَّتِي‏ هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ عَداوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ [643]= او نېكي او بدي برابر نه دي، (بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛ نو ناڅاپه (به وګورې) چې څوک دښمني درسره لري، ستاسې د خواخوږي دوست په څېر به وي.))

په دې آیتونو کې رسول الله ته سپارښتنه شوې، چې د بدیو ځواب په ښېګڼه ورکړه او غچ اخستونکی مه وسه؛ لکه څنګه چې په مكارم الاخلاق دعا کې، امام زين العابدين له الله غواړي، توفیق ورکړي، چې د هغو خلکو ښه ووايي، چې دده غیبت یې کړی دی، له بدیو یې تېر شي او له هغه سره مړی ژوندی وکړي، چې ورسره نه یې کوي. د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم او د هغه د اهلبیتو په سیرت کې داسې چلنونه وینو، چې د هغوی سرسخت دښمنان یې ور دوستان کړي دي.

خلک څو ډلې دي: هغوی چې خپله ملګري ساتي؛ هغه چې خپل ملګری ځان ته بې توپیره کوي؛ هغه چې خپل ملګری د ځان دښمنوي او هغه چې دښمن په ملګري بدلوي.

مخالفان هم څو ډلې دي، چې له هرې ډلې سره یې خپل چلن پکار دی.[644]

ځینې د شوری سورت د 40 آیت:‏ ((وَ جَزاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُها))، په تفسیر کې ویلي دي: مراد دادی، چې که د چا د بدۍ ځواب دې په بدۍ ورکړ؛ نو ته هم د هغه په شان یې؛ لکه څنګه چې د هماغه سورت په 43 آیت کې راغلي دي: ((وَ لَمَنْ صَبَرَ وَ غَفَرَ إِنَّ ذلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ= څوک د نورو بدۍ وزغملی شي؛ نو دا وړ هوډ دی.))

 

 

 

اتم څپرکی

بشپړوونکٍې ویېنه

په دې څپرکي کې ځینې بشپړوونکې ویېنې لرو؛ له تېرو ویېنو سره اړوند یا ترې خپلواکې ویېنې، چې ښيي ګټورې وي؛ ان‌شاء‌الله تعالی.

1. د رټنې او هڅونې یو لړ آرونه

په پینځم څپرکي کې مو هڅونه او رټنه د ښوونې او روزنې یوه کړنلار وښووله؛ په دې توضیح سره، چې تل دې هڅونه پر رټنې ورمخکې وي او یوازې په ځانګړیو شرایطو کې دې ښووند له رټنې ګټنه وکړي. ددې موضوع د ارزښت په پار، دلته د هڅونې او رټنې ځینو آرونو ته اشاره کوو.

الف) د هڅونې ځینې آرونه

ـ هڅونه دې په تول وي، چې مخاطب فکر و نه کړي، د کمال لوړې څوکې ته رسېدلی دی. تر بریده ډېره هڅونه، د غوړه مالۍ نښه ده.

ـ هڅونه دې یوازې توکیز اړخ و نه لري، الله تعالی یې خپل استازي ته وايي: له مالونو یې (د زكات په نامه) صدقه واخله، چې په دې يې پاك سازي وکړې او ويې روزې او (د زكات اخستو پر مهال) دعا ورته وكړه؛ ځكه دعا دې ورته ډاډېنه ده او الله پوه اورېدونكى دى »؛ ((وَ صَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ‏ لَهُمْ‏[645]))

ـ پکار نه ده، هغه چې هڅول کېږي، له هر پلوه بې نیمګړتیا وي، شونې ده له یوه اړخ وستایل شي او په ځینو اړخونو کې نیمګړنه هم ولري. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته یې وویل: «بلال د شین حرف سم نشي ادا کولای او «اشهد» ، «اسهد» ادا کوي»؛ آنحضرت (ص): « د بلال کمالات یې جبرانوي.»

ـ کله د یوه وګړي ستاینه یې د بدغواړیو له یرغله د مخنیوي په پار وي. د بېلګې په توګه، یو کس په یوه ځای کې دومره تر نیوکیزو ډزو لاندې نیول کېږي، چې په بشپړه توګه یې سپکاوی کېږي؛ نو په دې ځای کې د بې انصافۍ د مخنیوي لپاره، باید د هغه وګړي، ځواکمن او مثبت ټکي وویل شي؛ نه د ستاینې لپاره یې؛ بلکې له هغه یرغل د مخنیوی په پار، چې وګړې ټکنۍ کولو ته پرې شوی دی.

ـ د هڅونې او ستاینې اړخ او لامل دې وټاکل شي، چې د کینو مخه ونیول شي. قرآن کریم په بېلابېلو آیتونو کې وايي: دا ورکړه او ثواب یې د صبر په پار و (لما صبروا)[646] یا یې د کړنو په پار و (بما کانوا یعملون)[647] او وايي: که حضرت داوود ته مو حکومت، حکمت او علم ورکړ؛ نو د جګړې په ډګر کې یې د مړانې په پار وو؛ ځکه حضرت داود تنکی خو مؤمن او مېړنی ځوان او د طالوت ملګری و. جالوت –د دښمن لښکرمشر – یې وواژه او الله هم حکومت او حکمت ورکړ او څه چې یې غوښتل، ورزده یې کړل: ((وَ قَتَلَ داوُدُ جالُوتَ وَ آتاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ وَ الْحِكْمَةَ وَ عَلَّمَهُ مِمَّا يَشاءُ))

ب) د رټنې ځینې آرونه

1.رټنه دې دومره نه وي، چې رټل کېدونکی نهیلی کړي. قرآن کریم چې د مجرمانو خبره رانقلوي؛ نو ترڅنګ یې وايي: «الا الذین تابوا…» او په دې غونډله، د توبې لار ورته پرانستې پرېږدي.

  1. رټنه دې د انسان د کړنې په پار وي، نه د شخصیت په پار. قرآن کریم وايي، چې حضرت لوط علیه السلام خپل قوم ته وویل: ((زه مو له کړنو بېزاره یم، نه پخپله له تاسې »؛ ((قالَ إِنِّي لِعَمَلِكُمْ‏ مِنَ‏ الْقالِينَ.[648]))
  2. که رټل کېدونکی کوم کمال لري؛ نو هغه له پامه مه غورځوئ: ((يَسْئَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَ الْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِما إِثْمٌ‏ كَبِيرٌ وَ مَنافِعُ لِلنَّاسِ وَ إِثْمُهُما أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِما [649]= = د شرابو او جوارۍ په باب دې پوښتي، ورته ووايه :(( په دواړو كې ستره ګناه ده او ( له توکیز پلوه) خلكو ته يو څه ګټه هم لري؛ خو زيان يې تر ګټې ډېر دى.)) او پوښتي: ((څه څيز نفقه كړو؟)) ورته ووايه: ((څه چې درنه زيات وي.)) دغسې الله درته په څرګنده آيتونه (احكام) بيانوي، ښايي اندنه وكړئ،))

4.رټل دې ښکاره نه وي. امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه وايي: «الْمُؤْمِنُ‏ مِرْآةُ الْمُؤْمِن؛‏[650] مؤمن د مؤمن هینداره ده.» د هیندارې یوه ځانګړنه داده ده، چې نیمګړتیا دې وايي؛ نو چغې نه وهي.[651]

  1. په لږ تر لږه رټنه دې بسنه وشي. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم خپلې مېرمن ته وویل: «زما راز دې بل ته ووایه ». بیا یې څه خبرې ورته وکړې او له څه یې تېر شو: ((عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَنْ بَعْض)).

6.رټل مه تکراروئ: «وَالْإِفْرَاطُ فِي الْمَلَامَةِ يَشُبُّ نِيرَانَ اللَّجَاج؛ په رټنه کې افراط، د ځېل اور لمبه کوي،)) او اپوټه پایله ورکوي.

7.د تېروتنې جوتولو او د رټنې علت ته له معتبرو، پخوانیو او پخو لاسوندونو ګټنه وکړئ. قرآن کریم د سودخورو رټنې ته وايي، چې ان یهود له سودخورۍ منع شوي وو: ((وَ أَخْذِهِمُ الرِّبَوا وَ قَدْ نُهُوا عَنْه.[652]))

8.د رټنې لحن دې له عاطفې تش نه وي. انبیاوو به کفارو ته هم مینه ناک کلمات کارول: ((يا بُنَيَ‏ ارْكَبْ‏ مَعَنا))، یا ((قوم))، یا ((ابت)).

9.رټنه دې له جرم سره متناسبه وي او د وګړیو سزا دې یې په سرغړونه کې د ونډې هومره وي. هغه کس چې آریزه او چورلیزه ونډه لري؛ نو کټ مټ یې سزا هم ډېره ده: ((وَ الَّذى تَوَلّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذابٌ عَظيمٌ [653]= له دوى چې چا ددې تور ډېره برخه پر غاړه اخستې؛ نو ورته ستر عذاب دى!))

10.د وګړي په پار یې کورنۍ او خپلوان مه رټئ. قرآن کریم وايي: ((وَ لا تَزِرُ وازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرى))

11.د وګړي له وجدان مرسته وغواړئ. قرآن د غیبت رټنې او پرې نیوکې ته وايي: ((أَيُحِبُ‏ أَحَدُكُمْ‏ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً فَكَرِهْتُمُوه[654]= ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه رور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ)))

  1. که وګړي له خپل کار لاس پر سر شو؛ نو تېر یې هېر کړئ. الله په قرآن کریم کې وايي: ((إِنَّ اللَّهَ يُحِبُ‏ التَّوَّابِين[655]))
  2. په رټنه کې د سرغړاند شرایط په پام کې ونیسئ. زلیخا، د مصر ښځو ته، حضرت یوسف وښود؛ هغوی ټولو، د مېود په چړوکیو لاسونه پرې کړل او رډ رډ یې وروکتل. زلیخا په دې عمل هغوی ته وویل: زما شرایط درک کړئ، چې دا ښکلی ځوان مې کلونه کلونه په کور کې و؛ نو څنګه به پرې نه میېندم: ((فَذلِكُنَّ الَّذِي لُمْتُنَّنِي فِيهِ.[656]))
  3. که سرغړاند منښته وکړه؛ نو بیا یې مه رټئ، همداچې د حضرت یوسف روڼو وویل، چې موږ پړه یو؛ نو پلار یې وویل: زه به درته بښنه وغواړم: ((إِنَّا كُنَّا خاطِئِينَ *قالَ سَوْفَ‏ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ‏ رَبِّي.[657]))؛ نو پردې بنسټ، رټنه دې د مینې نه کولو لامل نشي. حضرت يونس علیه السلام، سره له دې چې پړ او ورټل شو؛ خو بیا هم الله پرې ځانګړې لورنه وکړه: ((فَنَبَذْناهُ بِالْعَراءِ وَ هُوَ سَقِيمٌ *وَ أَنْبَتْنا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِنْ يَقْطِينٍ* وَ أَرْسَلْناهُ إِلى‏ مِائَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ [658]= (په هر حال! موږ وژغوره او) رنځور مو پر وچ ډاګ وغورځاوه؛او موږ د كدو د بوټي په څېر یوه ځېلنه ونه پرې راشنه كړه (چې تر پلنو او نرمو پاڼو لاندې يې هوسا وي). او دی مو يو لك يا تر دې زياتو (خلكو) ته ورلېږلی و؛))

15.په هره خبره رټل مه کوئ؛ بلکې د مهمو او بنسټیزو چارو په اړه یې کاروئ؛ د بېلګې په توګه، د قرآني آیتونو رټنې، کفران نعمت، شرک، له طاغوت لاروۍ، له ظالمانو سره لاس یو کولو او له بریده ډېرې دنیاپالنې ته دي.

  1. رټنه دې تر غاړې خلاصونې روسته وي. قرآن کریم: ((وَ ما كُنَّا مُعَذِّبِينَ‏ حَتَّى‏ نَبْعَثَ‏ رَسُولًا[659]= موږ به هېڅكله (کوم قوم) په عذاب نه کړو؛ خو داچې یو استازی ورولېږو (چې خلك په خپلو دندو پوه كړي ).)) که یو غل په محکمه کې ووايي، چې ما د غلا او د غل د لاس پرې کولو په اړه آیت نه دی اورېدلی او رښتیا هم ووايي؛ نو لاس یې نه پرې کېږي.
  2. د ملګرو د رټلو پرمهال مو دې پام وي، چې دښمن ترې ناوړګټنه و نه کړي. حضرت هارون یې خپل رور حضرت موسی ته وویل: داسې چلن راسره مه کوه، چې دښمنان مې ملامته کړي: ((فَلا تُشْمِتْ‏ بِيَ‏ الْأَعْداء[660])).
  3. د رټنې انګېزه دې وګړیزې چارې نه وي. قرآن کریم وايي: ((وَ مِنْهُمْ مَنْ يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقاتِ فَإِنْ‏ أُعْطُوا مِنْها رَضُوا وَ إِنْ لَمْ يُعْطَوْا مِنْها إِذا هُمْ يَسْخَطُونَ[661]= او له دوى ځينې د صدقاتو (او د غنيمتونو) په وېش كې درباندې نيوكې كوي، كه څه برخه ترې وركړه شي (؛ نو) خوښېږي او كه ورنکړاى شي(که حق يې وي که نه وي )، سملاسي غوسه كېږي. ))
  4. کله دې رټنه غیرمستقیم وي؛ په حدیث کې لولو: « ازْجُرِ الْمُسِي‏ءَ بِثَوَابِ الْمُحْسِن؛[662] له نېکچاري سره په ښېګڼه، بدچاری وکړوئ.»

2. د پوښتونکي او پوښتېدوني په اړه څو ټکي

د پوښتونکي او پوښتېدوني په اړه یو لړ نکات او تذکرات دي، چې باید په پام کې ونیول شي:

  1. هرې پوښتنې ته ځواب مه ورکوئ؛ ځکه:

ـ کله د پوښتنه په چوکاټ کې د فتنې جوړولو انګېزه وي.

ـ کله پوښتنې ازمېینيز اړخ لري؛ یعنې پوښتونکی په ځواب پوهېږي؛ خو له پوښتنې یې مراد، د وګړي ازمېینه ده.

ـ کله د پوښتنې انګېزه، د بېلابېلو وګړیو ترمنځ ټکر رامنځ ته کول دي، چې بېلابېل ځوابونه واوري او لانجه ترې جوړه کړي.

ـ کله پوښتونکی ستونزمنه پوښتنه کوي، چې مقابل لوری سپک کړي.

ـ کله داسې پوښتنه کېږي، چې پر ځواب یې پوهېدل، څه ګټه نه لري؛ لکه چې و یې پوښتل: کهف اصحاب څو تنه ول؟

ـ کله پوښتنه ددې لپاره وي، چې د ځواب ورکوونکي فکر، له آریزو چارو، ګوښي چارو ته کړي.

ـ کله پوښتنه ځانښوونې ته وي.

  1. په ځواب ورکوونه کې دې، د نوي کهول ګروهیزو او آریزو پوښتنو ته پاملرنه وشي.

3.هغه پوښتنه دې ځواب شي، چې د ټولنې د وګړیو یوه ستونزه هواره کړي او پرې پوهېدل، واجب یا مستحب وي.

4.چې پوښتنه وشوه؛ نو په هماغه غونډه کې یې ځواب ورکړئ؛ بلې غونډې یا ټولګي ته یې مه ځنډوئ؛ ځکه دا ځنډ په ذهنونو کې شکونه رامنځ ته کوي.

5.کله د پوښتنې په ځواب کې بل څه وویاست. د بېلګې په توګه: رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وپوښتل شو: ((څه انفاق کړو-یسئلونک ماذا ینفقون؟)) رسول الله ددې پرځای چې ووايي، چې څه او څومره انفاق کړئ، و یې ویل: (( هر انفاق چې کوئ، له والدینو او خپلوانو سره یې وکړئ))؛ یعنې ځواب یې نه ورکوي؛ بلکې هغه څه اوڅاروي، چې د ښیون لاملېږي.

6.لکه څنګه چې مو مخکې د استاد د مړانې په اړه وویل:که په کوم چار نه پوهېږي؛ نو په بشپړه مړانه دې ووايي، چې نه پوهېږم. (قل إن ادری)

  1. پوښتنه دې عمومي اړخ ولري، په ځانګړې سیمې او وګړي پورې اړوند وګړیزې چارې دې په ټولګي کې و نه پوښتل شي؛ بلکې هغه پوښتنې دې ځواب شي، چې د ټولو اړتیا وي.
  2. ځینې پوښتنې باید بیخي ځواب نشي؛ څو څو ځل رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وپوښتل شو: «قیامت کله دی؟» آنحضرت به ځواب نه ورکاوه او ویل یې: (( علم یې الله سره دی.[663]))

9.کله دې د پوښتنې ځواب، د مقابل لوري له وجدان څخه وغوښتل شي. (و انتم تعلمون)[664]

  1. هغوی مو چې پوښتي، راباندې حق لري؛ ځکه ډېرې مطالعې ته مو اړ باسي.

3. ګډو ټکیو ته د رابلنې عمومي حشر

که څه د علوموو رشتې ډېرې دي او هر ښووند دې په خپله رشته کې تخصص ولري او تدریس دې یې کړي؛ خو ځینې چارې دې، چې ټول پرې باید حساس او پرې پوه وي؛ لکه:

ایمان، پاکوالی، چوپړ، اخلاق، بیت‌المال ساتنه، عزت، ځیرکي، د الله بندگي، د ارزښتونو درناوی او…. هغه ګډ ټکي دي، چې د ټولو دې ورپام وي.

د خپل تخصصي مضمون تدریسول، دې ته مخونه نه ورکوي، چې د ګډو ټکیو پر وړاندې بې توپیره ووسو.

قرآن کریم وايي: انبیاوو یو بل تصدیقول. قرآن کریم له یهود او نصاراوو غواړي، چې ګډو ټکیو ته په رابلنه کې دې همکاري وکړي.[665]

که دین او اخلاق یوازې د اسلامي ښوونو ښووندانو ته ور پرېږدو او دې چارو ته لیدنه یوه آریزه لیدنه نه وي؛ نو فارغ التحصیلان به مو سکولار وروزل شي او دین او اخلاق به یوه وګړیزه چاره ګڼي، چې دا تر ټولو ستره کږلاري ده.

4. د مخکښانو د ګټورو یادیزو رایادول او ویل یې

په پینځم څپرکي کې مو وویل، چې د ښوونې او روزنې یوه بریالۍ کړنلار، د بریالیو بېلګو راوړاندې کول دي، دلته دې مهم ټکي ته اشاره کول غواړم، چې څومره به ښه شي، چې د ښوونځي په درسي کتابونو کې د مخکښو ښووندانو په اړه یو څه معلومات او یادیزې یې راوړل شي، چې هم ونازول شي او هم د نویو ښووندانو په ښوونیزو کړنلارو کې د بدلون لامل شي.

5. څېړنکیو او لیکونکیو ته څو سپارښتنې

ځینې ښووندان یوازې په رسمي ښوونه او اجباري لیکنو بسنه نه کوي؛ بلکې پخپله هم څېړونکي او لیکوال وي؛ نو ښه به وي، چې دا وګړي، لاندې خبرې په پام کې ونیسي:

  1. امانت‌ساتی دې وي؛ یعنې مطالب یې چې له بل کتاب رانقل کړي، د ځان په نامه ثبت نه کړي.

2.د مخالفینو خبره هم رانقل کړي.

  1. په اټکل، حدث او استحسان دې تکیه نه کوي.
  2. حب او بغض دې و نه لري.

5.له اضافه خبرو او سپکاوي دې ځان لرې وساتي.

  1. په کتابتون پورې راایسار څېړونکی دې نه وي.

7.خپله څېړنه دې د نورو په واک کې هم کړي.

8.څېړنه دې نورو ته هم ورزده کړي.

9.د ښه تشخیص ځواک دې ولري.

  1. قول/خبرې ته ګورئ؛ نه قائل/ویونکي ته یې : ((یستمعون القول[666])) حضرت علي کرم الله وجهه وايي: «ګوره چې څه وايي، مه ګوره چې څوک یې وايي»[667]

11.په څېړنه کې دې رکود و نه لري، چې رکود په اسلام کې منع دی.[668]  

6.په کار کې د ګډون استقبال

اسلام، کار ته د رونق ورکولو په پار یو لړ سپارښتنې کړې دي، چې یوه یې هم په خیر چارو کې د شریکباڼي نیول دي؛ نو حکم یې کړی دی: ((وَ تَعاوَنُوا عَلَى‏ الْبِرِّ وَ التَّقْوى [669]= او(تل) په نېكيو او پرهېزګارۍ كې يو له بل سره مرسته وكړئ))

د قرآن کریم په آیتونو کې ددې ګډون او شریکباڼۍ مصداقونو ښوول دي؛ لکه:

  1. ذوالقرنین د بند جوړولو لپاره خلکو ته وویل: جوړول او نقشه زما او بشري ځواک او په کار توکي ستاسې: ((فَأَعِينُونِي آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ.[670] ))

2.الله تعالی چې حضرت موسی علیه السلام ته دنده ورکړه، چې ورشه او فرعون ته ښیون وکړه؛ نو سملاسي یې له الله غوښتنه وکړه، چې رورو یې حضرت هارون ورشریک او ملاتړ کړي: ((وَ أَشْرِكْهُ‏ فِي‏ أَمْرِي.[671]))

3.الله تعالی حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل ته وویل، چې دواړه سره مسجدالحرام تطهیر کړئ: ((أَنْ طَهِّرا بَيْتِيَ.[672] ))

په روایتونو کې هم دا ډول شریکوالیو او ګډ کار ته اشارې شوې دي:

ـ ډېره سپارښتنه شوې، چې ډله ایزه دعا، قبلېدو ته ډېره ورنږدې وي.

ـ د غټ اختر قربانۍ ته سپارښتنه شوې، چې که وسه مو نه وي؛ نو څو تنه سره شریک او برخوال شئ.

ـ شریکوالي او ګډ کار کولای شي، په هر ټولنیز او خیرچار کې معجزه کوونکی وي.

په ښوونه او روزنه کې هم ګډ کار د تجاربو او ځواکونو د ډېرېدو لاملېږي؛ نو ښه به وي چې د دوو ښوونځيو ترمنځ د ناسالمې سیالۍ پرځای سره ګډ کار وکړو او یو د بل له تجربو او ځواکونو ښه ګټنه وکړو.

7.ښوونې او روزنې ته ساهوتوب/ اصالت ورکول

د ښووند د چار بنسټ، ښوونه او روزنه ده. بریالی ښووند، هر څه له دې منظره ګوري او خپلې ټولې چارې، کړنې، خبرې، جامې، موسکا، غوسه، چوپیتا او… ددې آر پر بنسټ اوډونوي.

ځینې ښوونکي بې بنسټه او بې اصله چارو ته پاملرنه کوي او ځان ته ځانګړي چوکاټونه او آرونه انځوروي، چې د ښووند ذهن او فکر پرې نباید بوخت وي؛ لکه:

اصالة العلمیه: هغه وګړي دي، چې فکر کوي، ټولې فطري چارې هم باید په علمي چارو اوڅار کړي او ان ډېرو ساده و چارو ته فلسفي رنګ ورکوي؛ خو مهمه د مخاطب پوهه ده؛ نه نورو ته خپل علم او لغات پراني او ځانښوونه.

اصالة العنوان: ځینې وګړي د خپلو زده کړو، مطالعو او مدرک په پار، داسې چلن کوي، چې ځان مهم وبرېښوي؛ خو هغوی ته دا مهمه نه ده، چې دا چار ښووند ته ګټور نه دی؛ بلکې تاوان هم ور رسوي.

اصالة القیافه: یعنې ځینې وګړي خپله څېره آر ګڼي او د دود او څېرې په پار یې چمتو نه دي، چې د مخاطب ښه پوهاوي ته له خپل رسمي چوکاټه رابهر شي. مناسبه جامه درلودل، یو وړ چار دی؛ خو تر بریده ډېر، ظاهري چارو ته اصالت ورکول، یو ناسم چار او د سمې ښوونې او روزنې پر لار خنډ دی.

پورتنی او ورته یو آر هم آریز آر نه دی؛ بلکې آریز آر، غوره روزنې ته غوره او ډېر پوهول دي. که یو ښووند خپله آریزه دنده ښوونه او روزنه وګڼي؛ نو کله به هم پر داسې چار ککړ نشي، چې دا آر ټکنی کړي؛ لکه څنګه چې الله تعالی وايي: (( إِنَّ اللَّهَ لا يَسْتَحْيِي‏ أَنْ يَضْرِبَ مَثَلًا ما بَعُوضَةً فَما فَوْقَها [673]= په حقیقت کې الله شرم نه كوي، چې (په ظاهره كې په كوشنيو موجوداتو؛ لكه) د ماشي او تردې د كوم (غټ څیز) ساري راولي )) او دا چار د الله تعالی له شأن سره هېڅ په ټکر کې نه دی، یا خضر علیه السلام د حضرت موسی ښوونې ته، وړیا کارګري وکړه او هغه دېوال یې ورغاوه، چې د ړنګېدو په حال کې و. [674]

هو ګرانه! کله باید له نامې، پرستیژ او نورو څیزونو تېر شو، چې د ښوونې او روزنې مهمې دندې ته ورسو.

8. د ښووند دې په هر ځای کې هر څه ته پام وي

بریالی ښووند پخپله هم تل زدکړیال وي او لید  یې ښوونیز دی؛ نو په هر ځای کې چې هر څه وویني، چې ښوونیزه وړتیا لري؛ نو ګټنه ترې کوي.

ښووند دې تل قلم او کاغذ په جېب کې ولري، چې که په ورځنيو چارو او ژوند کې یې داسې څه یا ننداره ولیده، چې په ښوونه کې ورسره مرسته کولای شي، سملاسي یې یاددښت کړي او بیا ترې پکار ګټنه وکړي. کله یوه ناب او کونجیزه غونډله، که په مناسب ځای کې وویل شي؛ نو کولای شي، د مخاطبانو په ژوند کې بنسټیز بدلون راولي.

په همدې وخت کې چې دا کرښې لیکم، پر واټ پر یوه لوحه مې سترګې ولګېدې، چې د یوه اوولس کلن شهید له خولې یې لیکلي وو:

(( جسم مې خاورو او روح مې الله ته ورسپارم.)) د یوه اوولس کلن ځوان دا وصیت پاڼه کولای شي، د یوه بمب په څېر ړزونه ولړزوي، غافلان راویښ، ناپوهه پوه او ځینې اندونو له جزییاتو د کمال څوکو ته ورسوي.

9. ځانګړې چارې په ځانګړیو وختونو کې

وخت او ځای ته پاملرنه او په ځانګړیو شرایطو کې ځانګړې چارې ترسره کول، ځانګړی اغېز لري. که یو نشتمن د ودونو د تالار مخې ته ودرېد او مرسته یې وغوښته؛ نو ډېره مرسته به تر ګوتو کړي؛ خو که همدا نشتمن د روغتون مخې ته درېږي او له خلکو مرسته وغواړي؛ نو داچې هلته کومه خوشحالي نه وي؛ نو شونې ده پوټی مرسته هم تر ګوتو نه کړي. وخت پېژندنه او ځای پېژندنه په ډېری دندو کې آریزه ونډه لري.

اسلام ځانګړیو ورځو ته ځانګړې کړلارې لري؛ هغه هم له خپل ځانګړي لطافت سره؛ د قربان او فطر په اخترونو کې- چې انسان پکې له ځان او ماله تېر شوی دی- د پینځو قنوتونو غوښتنه راغلې ده؛ ځکه د انعام، عیدي او سوال کولو ورځ ده؛ خو په آیات/خوف لمونځ کې- چې په ډار او وېرې پورې په اړوند چارو پورې دی- د پینځو قنوتو پرځای، پینځه رکوع ګانې راغلې دي، چې په ژوند کې د ذلت او تسلیم نښه ده.

قرآن کریم په سحر کې دوو استغفارو ته – چې ځانګړی چار په ځانګړي وخت کې دی- اشاره کړې ده. همداراز د حضرت ذکریا علیه السلام نامه یې یاده کړې، چې په ځانګړیو شرایطو کې یې دعا کړې ده: ((هُنالِكَ‏ دَعا زَكَرِيَّا رَبَّه.[675]))

که وینو چې قرآن کریم، وصیت د مرګ شېبو ته اوڅار کړی دی: ((ِذا حَضَرَ أَحَدَكُمُ‏ الْمَوْت[676])) ددې لپاره نه دي، چې د وصیت وخت یوازې د مرګ شېبې دي؛ بلکې په دې پار دي، چې هغه مهال، وصیت ځانګړی اغېز لري.

په روایتونو کې، په ځانګړیو وختونو کې، ځانګړیو چارو ترسره کولو ته اشاره شوې ده؛ د بېلګې په توګه، امام باقر وصیت وکړ، چې لس کاله دې ورته په منا کې – چې ټول مسلمانان پکې راټولېږي- وېرنبولي وشي.

درانه ښوونکي او روزنکي دې هم د وخت او ځای ځانګړنو ته پاملرنه ولري او لااغېزمنۍ ته دې، ځانګړیو شرایطو ته په کمین کې ناست وي او ځان دې پوه کړي، چې زدکړیال یې په کومو شرایطو او کومه ورځ ډېر چمتووالی لري. که ښووند د زدکړیالانو د ازمېینزو پاڼو د کتنې پرمهال، ښه نمرې زدکړیال ته ورکړي او ترڅنګ یې یوه نصیحتي غونډله ولیکي؛ نو دا نصیحت به ډېر اغېز ولري، که د زدکړیال د زوکړې پر ورځ ورته پاملرنه وکړي؟ او په دې چار کولای شي، په یوه ټکي پرې اغېز وشیندي.

زماني او مکاني شرایطو او ځانګړنو ته پاملرنه، په ډېری چارو کې ستونزهواري دي؛ د بېلګې په توګه، پر هغه ورځ به د پلار نصیحت پر لور ډېر اغېز کوي، چې پر هماغه ورځ یې ورته غوږوالۍ پېرلې وي یا یا خپل زوی ته یې بایسکل پېرلی وي.

د سوالګر په څېر لاس پورته کول، د ذلیل په څېر اوښکې تویول او د «یا الله» او «یا رب» تکرارول، دعا ته ځانګړی رنګ ورکوي.

داچې ټولنه مو ژوندي فقیه ته اړتیا لري، دلیل یې دادی، چې خلک ورته تل د دین په پوهېدو او پرې په عمل کولو کې عادلو او بصیرت لرونکیو اسلامپوهانو ته اړتیا لري.

لنډه داچې ځانګړي ځایونه، ځانګړي وختونه، ځانګړي شرایط او ځانګړې کړنلارې، هر یوه ځانګړی حکم لري.

10. د تحصیل جانبي چارو ته پاملرنه

که څه ښووند، د ښوونځي له رسمي او اداري مهال مخکې یا روسته یا بهر کومه پازوالي نه لري؛ خو د وجدان او دین له پلوه، ښووند دې تر شونې بریده پازوالي منونکی وي او د ښوونیزې رسمي دندې ترڅنګ دې د ښوونې او تحصیل جانبي چارو ته هم پاملرنه ولري.

که ښووند خپل زیار کاږي او په خورا غوره شرایطو کې یو لړ وګړي روزي؛ خو له ښوونځي بهر چاپېریال او شرایط یې زحمتونه په سیند لاهو کوي. د حضرت موسی علیه السلام لارویان چې له نیل سیند نه تېر شول او په خپلو سترګو یې د فرعون ډوبېدل ولیدل؛ خو همداچې داسې یوې سیمې ته ورسېدل، چې وګړي یې بوتنمانځي ول؛ نو د هغوی تر اغېز لاندې شول او له حضرت موسی علیه السلام نه یې د بوت غوښتنه وکړه: ((اجْعَلْ‏ لَنا إِلهاً كَما لَهُمْ آلِهَةٌ[677])) په دې کیسه کې د بوتنمانځنې چاپېریال، د حضرت موسی زحمتونه په سیند لاهو کړل.

نو څومره به ښه وي، چې مینه ناک او زړه سواندي ښووندان، بې له دې چې د کوم زدکړیال په ژوند کې د لاسوهنې نیت ولري، د زړه سواندۍ او د پلرنۍ او مورنۍ مینې په پار دې، له ښوونځي بهر هم پر خپلو زدکړیالانو څارنه ولري او پر نېکیو امر او له بدیو منع او ښیون ورته وکړي.

11. زده کړې ته د آرامش چمتو کول

الله تعالی په قرآن کریم کې خپل استازي ته وايي: ((وَ صَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ‏ لَهُم [678]= دعا ورته وكړه؛ ځكه دعا دې ورته ډاډېنه ده او الله پوه اورېدونكى دى.))

په اسلام کې سپارښتنه شوې، چې که د قاضي بوټ تنګ وي او که اودسماتي ته اړتیا لري؛ نو قضاوت دې نه کوي؛ ځکه شونې ده، چې د ډکو یا تشو متیازو یا بوټانو د تنګوالي تر دباو لاندې یې آرامش اغېزمن شي او قضاوت یې ټکنی شي.

په روایتونو کې لولو، چې یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم، حضرت فاطمه الزهرا ته وویل: هغه پرده چې دې مخ په قبله دېوال راځړولېاو د یوه ګل انځور پرې خامک شوی دی، په لمانځه کې مې توجه خرابوي. حضرت زهرا هم هغه پرده لرې او بدله کړه.

که په عبادت او قضاوت کې امنیت، رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم او قاضي ته پکار دی؛ نو په زده کړه کې خو نوي کهول ته هم ډېر آرامش پکار دی؛ لکه څنګه چې د ګرمۍ، یخنۍ او ساري رنځونو په هکله مو د زدکړیال امنیت ته پاملرنه ده، باید روحي، اندیز او ایماني امنیت یې هم په پام کې ونیسو. که د زده کړې چاپېریال د نجونو پر سینګار او د هغوی پر خپلسرۍ او د هلکانو په لوچکۍ ککړ شو؛ نو دا چار به ترې د فکر تمرکز واخلي او تحصیل به یې ټکنی شي.

12. ښوونیزو او فرهنګي لګښتونو ته پاملرنه

هم په کورني او هم د ټولنې په چاپېریال کې، ښوونیزې او فرهنګي چارې، بنسټیزه ونډه لري؛ خو په خواشینۍ چې په ډېری کورنیو او هم په ډېری ټولنیزو چاپېریالونو کې، ښوونیز او فرهنګي چار او لګښتونه یې تر نورو چارو او لګښتونو روسته وي او شته داسې کسان چې انګېری، ښوونیزې او فرهنګي چارې دومره لګښت ته اړتیا نه لري؛ حال داچې د شونتیاوو، اسانتیاوو او هوساینو تامینول، حق ته د بلنې سریزه ده. قرآن کریم په قریش سورت کې وايي: داچې الله مو د امنیت او خوړو ستونزه هواره کړه؛ نو تاسې یې هم په شکرانه کې عبادت وکړئ: ((فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هذَا الْبَيْتِ * الَّذِي أَطْعَمَهُمْ‏ مِنْ‏ جُوعٍ‏ وَ آمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ.[679]))

همداراز قرآن کریم وايي: لمونځ کول- چې یو خورا مهم فرهنګي روزنیز چار دی- شونتیاوو ته اړتیا لري: ((الَّذِينَ‏ إِنْ‏ مَكَّنَّاهُمْ‏ فِي الْأَرْضِ أَقامُوا الصَّلاةَ.[680]=  دا هماغوى دي، چې كه پر ځمكه یې واكمن كړو؛ نو لمونځ كوي،))

بریالۍ کورنۍ او بریالۍ ټولنه هغه ده، چې که د هر څه لګښت کموي؛ خو د ښوونیزو او فرهنګي چارو لګښت/بودجه نه کموي. څومره به ښه وي، چې هغه چارواکي چې د هېواد بودجه ټاکي، د هېوادوالو د جسمي روغتیا د بودجې ترڅنګ، د هېوادوالو اروايي روغتیا ته هم بودجه په پام کې ونیسي. د بودجو په پرتله کولو سره به پوه شو، چې په هېواد کې مو ښوونیزه او فرهنګي بودجه څومره په ټیټه کچه ده؛ حال داچې کوم لګښت چې پر ښوونیزو او فرهنګي چارو کېږي، لګښت نه؛ بلکې پانګونه ده.

13. له رخصتیو ګټنه

په خواشینۍ چې ښوونځي، پوهنتونونه او دیني مدارس مو خورا ډېرې رخصتۍ لري. قرآن کریم چې د جمعې پر ورځ د بازار بندېدا حکم کوي، یوازې په جمعې لمانځه کې ګډون ته یې کوي، ګنې تر جمعې لمانځه روسته، بیا هم د کار او هڅې حکم کوي.[681]

ډېری مخورو وګړيو، له خپلو رخصتیو او عمر په سمه ګټنه دي، چې یوځای ته یې ځان رسولی دی.

ښوونځي، پوهنتونونه او دیني مدارس مو نباید د یخنۍ او ګرمۍ په پلمه رخصت شي؛ بلکې کولای شو، په دوبي کې د زده کړې ګړۍ داسې اوډون کړو، چې رخصتۍ مو لږ تر لږه شي یا پر هغه مهال، هغه زده کړې ته ورکړو، چې ډېر فکر او زیار ته اړتیا نه لري. موږ بايد په رخصتیو کې خپلې ټولې وګړیزې او ټولنیزې نیمګړتیاوې جبیره کړو؛ هم خپل جسم ته پاملرنه وکړو او هم خپلې اروا ته. هغه مهمې زده کړې چې ښوونځي یا پوهنتون ته د تګ پرمهال یې د زده کولو وخت نه لرو، په رخصتیو کې دې یې زده کړو. له هغو هنرونو دې غافل نشو، چې په راتلونکي کې مو له بېوزلۍ او بېکارۍ خلاصوي؛ په تېره هغه هنرونه، چې وټیزه کارونه هم لري؛ لکه اوبدل، ګنډل او لاسي صنايع.

که زموږ له ښوونې او رزونې وزارت، هر فارغ‌التحصیل. هغه مهارت زده کړي، چې ورسره علاقه لري؛ نو هېواد به مو د بېکارۍ ستونزه و نه لري. نن فارغ‌التحصیلان ډېر دي؛ خو داچې مهارت نه لري؛ نو بېکاره دي او دا ستونزه یو دولت هم نشي هوارولای.

14.تل بدلون او سمونې ته هیلمن وسئ

لکه څنګه چې د رټنې په آرونو کې مو وویل: ((باید پر ناوړه کړنو نیوکه وشي، نه پر وګړیو.)) په روایتونو کې لولو: د الله ځنې وګړي خوښ دي؛ خو کړنې یې نه او اپوټه.

عزتمن ښووندان دې پوه وي، چې ناوړچاري کله یو لنډمهاله چار وي؛ نه ذاتي؛ سپرغۍ ده، نه بهیر؛ موسمي وي؛ نو دایمي؛ سهوي وي نه عمدي. که یو چا یوه تېروتنه وکړه؛ نو باید د یوې تېروتنې په پار مسلکي سرغړاند و نه ګڼل شي او د ظاهر نیمګړتیا، د باطن د نیمګړتیا دلیل و نه ګڼو. ډېر دي داسې وګړي، چې په ځغاسته بدلون مومي؛ البته د هر چا بدلون موندل یې د خپلو روحیاتو له مخې، له نورو سره توپیره لري؛ ځینې ژر او په لږ ځنډ سره بدلون مومي او له داسې وګړیو سره دې د ښووندانو چلن داسې نه وي، چې له ځانه نهیلي شي.

هغه کوډګر، چې د فرعون په بلنه، د حضرت موسی علیه السلام رسوا کولو ته راټول کړای شوي ول او د خپلې بریا پر وړاندې یې له فرعونه انعام ته په تمه ول؛ نو د حضرت موسی معجزه چې یې ولیده؛ نو داسې یو ایمان او ډاډ ته ورسېدل، چې د فرعون پر یوه ګواښنه او دړکه یې هم چرت خراب نه کړ.[682]

نو پردې بنسټ نباید د یوې کوشنۍ سرغړاندۍ په پار، په ټولیزه توګه وګړي کږلاري وګڼو، محکوم یې کړو او په خپلو پېغورنو یې له سمونې بې برخې کړو. الهي وګړي د نورو له سمولو نه ستړي کېږي او پر نېکیو امر او له بدیو منع ته نه شا کوي: ((وَ إِذْ قالَتْ أُمَّةٌ مِنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْماً اللَّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذاباً شَدِيداً قالُوا مَعْذِرَةً إِلى‏ رَبِّكُمْ وَ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ [683]= او(درياد كړه) چې کله یې يوې ډلې (بلې ته) وويل :(( تاسې ولې (ګناهګار) ټولي ته نصيحت كوئ، چې الله يې هلاكوونكى يا د سختې سزا وركوونكى دى؟ (پرخپل حال يې پرېږدئ، چې ورک شي.) ځواب يې وركړ: موږ (دا پندونه) ستاسې پالونكي ته د خپل عذر پيدا كولو (او پازوالۍ لرې كولو) لپاره كوو او (سربېره پردې) ښايي (و يې مني او له ګناه لاس واخلي او) د تقوا لار خپله كړي. ))

15. د نویو مطالعاتو او څېړنو راوړاندې کول

منلوړ نه ده، چې نن په نړۍ کې ګندونه او ډېرانونه راټولېږي او له هغوی نوي توکي جوړوي او موږ د خپل عمر له نچوړ او څېړنو یو نوی څیز هم جوړ نه کړو او ساده ترې تېر شو. شته داسې خواري کښ ښووندان، چې په کلونو کلونو یې په یوه موضوع څېړنه کړې وي؛ خو د څېړنو یبره/حاصل یې عمومو ته نه رسي. د خپلو نوټونو غورځول، د عمر او علم له منځه وړل دي، ښه به وي، چې دا نوټونه تر سمونې او بشپړېدنې روسته چاپ شي.

البته مه وېرېږئ، چې هسې نه کمزوري وي؛ ځکه کمزوري ټکي یې په راتلونکیو چاپونو کې جبرانېږي. که انسان په دې فکر کې وي، چې بشپړ او بې نیمګړتیا کتاب ولیکي؛ نو هېڅکله به قلم ته ورنږدې نشي؛ خو څه چې په کتاب لیکو کې مهم دي، دادي:

ـ د ټولنې یوه ستونزه هوراه کړي.

ـ د انسانانو بصیرت/لیدانه ډېره کړي.

ـ وګړيو ته ایمان، مړانه، یووالی او لرلیدنه ورډالۍ کړي.

ـ تکرار او مکررات نه وي؛ نو تر چاپ مخکې دې کتاب وکتل شي، چې آیا ورته یې بل کتاب شته که نه؟ که له یوه داسې کتاب سره مخ شو، چې زموږ د کتاب په شان دی، نامه دې یې واخستل شي او که زموږ له کتابه غوره وي؛ نو د خپل کتاب له چاپ دې لاس پر سر شو.

ـ کتاب دې ډېر اوږد دې نه وي.

ـ په کار دې راشي. کله په کتابونو او مجلو کې اوږدې اوږدې علمي ویېنې اوڅارېږي، چې یوه یې هم زموږ په وخت کې په کار نه راځي.

ـ پېچلي او مسلکي اصطلاحات پکې نه وي.

ـ د کتاب چاپ ته پاملرنه کوئ، چې ګران بیه او یوازې شتمن پوړ ته نه وي او که کوم کتاب په ډېر لګښت چاپ شي؛ نو هماغه کتاب دې په ټیټ کاغذ او ټیټه بیه، نشتمنو ته هم چاپ شي.

ـ که یو کتاب اوږد او د ټولنې د حوصله لرونکیو وګړیو لپاره وي؛ نو نچوړ یا لنډیز دې یې هم چاپ شي، چې د ټولنې ټول وګړي ترې برخمن شي.

ـ روغ دې وي؛ یعنې داسې مطالب دې پکې نه وي، چې ښوونځي، مشر او ولس د کمزورۍ لامل شي او که کومه شبهه پکې اوڅارېږي؛ نو څرګند او سم ځواب دې یې هم راوړل شي.

ـ روان دې وي، چې ډېری وګړي ترې ګټنه وکړای شي؛ یعنې ساده دې وي؛ خو سست نه.

ـ ګټور دې وي؛ یعنې د هغه کتاب مطالعه دې انسان ته یو څه ورزیات کړي، یا یې علم، یا یې ایمان، یا یې هیله، یا یې انصاف، یا یې ملګري، یا یې عزت، یا یې دین، یا یې ادب، یا یې تواضع، مقاومت، صبر، پراخه سینه او…..

ـ هغه کتاب ارزښتمن دی، چې هم انسان سور او هم یې پوخ کړي؛ حماسي کتابونه او شعزونه کله انسان سور کړي؛ خو پخوي یې نه. د سور او پوخ توپیر دادی، چې هر سور شوی سړېږي؛ خو هېڅ پوخ نه خامېږي.

16. د ځان او نورو د تجربو ویل

تجربه، خورا ارزښت لري او په روایتونو کې پرې خورا سپارښتنه شوې ده. امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه د تجربې د لاس ته راوړلو د ارزښت په باب ویلي دي:

ـ «چارې په تجربو سمبالېږي.»[684]

ـ «روزګار تجربې درکوي.»[685]

ـ «د چاچې تجربه ډېره وي، لږ به تېروځي.»[686]

ـ «په هره تجربه‌ کې یوه موعظه‌ ده.»[687]

ـ «تجربه لرونکی به پخپلو چارو کې بریالی وي.»[688]

ـ «د عقل او اندنې سرچینه، د تجربو په ساتنه کې ده.»[689]

ـ «عاقل هغه دی، چې تجربه ورته نصیحت شي.»[690]

ـ «په تجربو نوي علمونه لاس ته راځي.»[691]  

ـ «تجربه لګښت نېټه نه لري او برکتونه یې همېشني وي.»[692]

د تجربې په اړه ډېری روایتونه راغلي دي؛ لکه: تجربه د انسان ټاکنه غوره کوي، غرور کموي، په تجربه ترسره شوی کار کوټلی وي، انسان له رټنې ژغوري، د خلکو د رای ارزښت یې د تجربې هومره دی، څوک چې ځان د نورو له تجربې مړه خوا وګڼي؛ نو د خپلو چارو پر پایلو ړوند دی؛ عاقل هغه دی، چې د نورو تجربې په پام کې ونیسي.

له تجربو ګټنه یو مناسب چار دی، چې هر عاقل ترې ګټنه کوي؛ خو د تجربو لېږد، هغه چار دی، چې ډېر لږ ترسره کېږي؛ حال داچې هر ښووند یا له ځانه او یا له خپل تېر ښووند نه داسې ټکي لري، چې ویل یې نورو ته ګټورېدای شي. څومره په زړه پورې ده، چې هر ښووند د خپل عمر په پای کې خپلې تجربې ولیکي او یا یې چاپ او یا یې د اوسنیو شونتیاوو په پامنیوي، په خواله رسنیو کې له نورو سره شریکې کړي.

یو له بل سره د تجربو په شریکولو سره، ډېری هغه وګړي، چې لا د لارې په سر یا منځ کې دي، کولای شي، په خورا پخه توګه د ښوونې او روزنې چار ته دوام ورکړي او ډېره بریا یې پر برخه شي. حضرت علي کرم الله وجهه د نهج البلاغه په دېرشمه خطبه کې خپل مشر زوی امام حسن ته وايي: «زویه! د تېرو سرګذشت مې دومره مطالعه کړ او داسې ترې خبر یم ته وا ژوند مې ورسره کړی دی.»

17. آزادمنشی و آزاداندیشی

که ښووند، آزادمنش، آزاداندیش او باانصاف وي او هره حق خبره، چې له هر چا وي، و یې کړي؛ نو د ځان او مخاطب په وده کې به یې خورا مرسته کړې وي.

په خواشینۍ چې ځینې په خپله نظریه کې استبداد لري او د فرعون په څېر وايي: خبره خو یوازې زما خبره ده: ((ما أُرِيكُمْ‏ إِلَّا ما أَرى [693]= زه يوازې خپله ګروهه دروړاندې کوم او یوازې سمه لار درښیم)) یا د خپلو پلار نیکونو په ببولالو کې بوخت دي او د بوتنمانځو په څېر وايي: ((وَجَدْنا آباءَنا لَها عابِدِينَ [694]= پلرونه مو د دوی نمانځونکي موندلي دي .)) او د تېرو په لار روان وي.

نن ځینې ځان بایللي وګړي، یوازې د ختیز او لویدیز پوهانو نظریات، علم بولي، چې که څه هغوی ویلي وي؛ نو علم دی، ګنې علم نه دی. دا بې ځایه وچ لرګی توب او تعصب، پرون په بوتنمانځیو او نن په ځینو ړوند اندیو کې دی او هغه ځوانان چې دې وګړیو ته ورمات دي، خپل هویت او خپلواکي له لاسه ورکوي او له هغوی په پټو سترګو تقلید کوي.

د بېلګې په توګه: په کور کې پسه او چرګانو ساتل غیرصحي ګڼي؛ خو د سپي ساتل هغه هم له ځان سره په یوه کور او یوه کوټه کې، ډېر په آسانۍ سره مني؛ ځکه په لویدیځ کې سپی په غېږ کې نیول کېږي؛ نو داسې وګړي ان یوه شېبه هم فکر نه کوي، چې د سپي ډکې او تشې متیازې د پسه او چرګانو تر ډکو متیازو خورا چټل او ضرري دي او چمتو نه دي، چې ان یو ځل یې لابراتوار ته ورکړي، چې پوه شي، د سپي ډکې او تشې متیازې څومره چټلي لري. داسې جاهلانه تقلیدونه خورا ډېر دي؛ ځکه صنعتي وده د انساني ودې په مانا ګڼي او فکر کوي، چې صنعتي وده یې د علمي، اخلاقي او ټولنیزې ودې پر مانا ده.

موږ باید پوه ووسو، چې له ختیځ او له لویدیځ مثبت تقلید  او د هغوی له پوهې او تجربو ګټنه وکړو او دا چار پروا نه لري او منع نه دي او اسلام د علم مخالف نه دی. په ښوونه او علمي وده کې، موږ هم باید ختیز او هم باید لویدیز ووسو او هم ځايي.

قرآن په ډېری آیتونو کې راښوولي، چې د نورو له ښو خبرو ګټنه وکړئ؛ ان هغه الله چې پنځګر دی، خپل زوی ته د لقمان حکیم اخلاقي سپارښتنې په خپل کتاب راوړي او بشر ته یې اوروي. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم، چې څنګه پوه شو چې د پلانۍ سیمې خلک، د جګړې ځانګړی تاکتیک لري؛ نو څو تنه یې هغه سیمې ته واستول، چې هغه کړنلار ترې زده او مسلمانانو ته یې وښيي. یا په صدر اسلام کې به چې کله مسلمانان بریالي شول او اسیران به یې ونیول؛ نو آنحضرت به ویل: که یو لوستی بندیوان، څو نالوستو مسلمانان، لوستي کړي؛ نو ازاد به یې کړم. د اسلام پېغمبر(ص) د نورو د عبرت په پار، د تېرو پېغمبرانو او د تاریخ د مخورو کیسې، خلکو ته کولې.

18.ځان په قرآن کریم وتلئ

څومره به ښه وي، هغوی چې د ښوونې او روزنې په ډګر کې هڅې کوي، ځان الهي آیتونو ته وروړاندې او وسنجوي؛ ځکه د شناخت تر ټولو غوره او اوچته لار داده، چې انسان ځان قرآن ته ور وړاندې کړي او له قرآن سره خپله واټن وسنجوي؛ داچې لمونځ یې له خشوع سره دی؟ آیا د بېوزلیو حق ورکوي؟ آیا ایثار لري؟ ؟ آیا چارې یې خالصانه دي؟ ډارن که مېړنی دی؟ له کار سره مینه لري که له کاره تښتي؟ حق ته تسلیم دی که ځېلي دی ؟ د غوسې او شهوت پرمهال ځان راقابو کولای شي؟ له چا لاروي کوي؟ له هڅو یې څومره وګړي برخمنېږي ؟ آیا د «تعاونوا علی البر» په بهیر کې دی که «تعاونوا علی الاثم و العدوان»؟

که د الله ساتنه او ښیون نه وي؛ نو ټول به مات ګوډ شي او د خپل عقل او دین په کمزورۍ به یې سر خلاص شي. قرآن کریم ته ځان وړاندې کول، تر ټولو غوره لار ده؛ لکه څنګه چې دنده لرو، چې روایتونه، قرآن کریم ته وروړاندې کړو، که د قرآن ضد وو؛ نو پر دېوال یې وولو؛ ځکه یو جعلي روایت دی؛ خو که له قرآن کریم سره یې سمون خوړه؛ نو په پراخه تندي یې ومنو.

19.د علم آفتونو ته پاملرنه او ترې ډډه

علم یو لړ آفتونه لري، چې په روایتونو کې ورته اشاره شوې ده. دا ویېنه خورا مهمه او انسانان پرې ډېر ککړېږي، چې د کتاب په روستیو برخو کې مو ځانګړې کتنه ورته کړې ده.

«آفت‌ پېژندنه» په طبیعي علومو کې یو مهم علم او په اخلاقي علومو کې یو خورا مهم علم دی. هره ښېګڼه یو آفت لري: ((قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ * مِنْ‏ شَرِّ ما خَلَقَ [695]= ووايه : (( د سباوون پالونكي ته پناه وړم، د پيدا كړيو څيزونو له شره یې،)) باید الله ته له هر هغه څه پناه وروړو، چې پنځول شوي دي؛ ځکه څه یې چې پنځولي، شونې ده ترڅنګ یې یو شر وي. ښېګڼې هم آفت او شر لري، چې باید پاملرنه مو ورته وي او پر وړاندې یې له الله مرسته وغواړو. په اخلاقي علومو کې، د آفت‏ پېژندنې پوهه، الله انسان ته ورکوي. روايت دی: د الله چې کوم بنده ښه راځي؛ نو هغه بنده یې د خپل نفس پر نیمګړتیاوو لیدونکی کړي: «وَ بَصَّرَهُ‏ عُيُوبَ‏ نَفْسِه‏».[696]يعنې سترګې یې پرانځي، چې نیمګړتیاوې یې څه دي؛ ځکه کله انسان نه پوهېږي، چې څه نیمګړتیا لري.

امام سجاد د هرې ښېګڼې د غوښتو ترڅنګ یې له آفت هم ډارېده؛ آنحضرت له الله غواړي:

ـ لوی مې کړې خو لويي رانه و نه کړې؛

ـ د عبادت توفیق راکړې؛ خو په عُجب مې ککړ نه کړې؛

ـ خلکو ته د چوپړ توفیق ورکړې؛ خو چې منت پرې کېنږدي؛

ـ غوره اخلاق ولرم؛ خو پر ویاړ ککړ نشم.

علمي چار هم یو لړ آفتونه لري؛ نو که پام مو ورته نه وي؛ نو هغه علم چې د نور په څېر دی، د تورتمونو حجاب به شي؛ لکه هغه څراغ چې شپه یې د کور په غولي کې رڼا کېږي؛ نو سره له دې چې رڼا ده؛ خو د ستوریو د لیدو مخه نیسي او که مړ یې کړو؛ نو ستوري به په غوره توګه ووینو.

په روایتونو کې د علم ځینو آفتونو ته اشاره شوې، چې د ارزښت له کبله یې راوړو:

  1. نسیان او هېر

د علم یو آفت، چې په روایتونو کې اشاره ورته شوې؛ نسیان او هېر دی. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي: «آفَةُ الْعِلْمِ‏ النِّسْيَان‏». هر ښووند کولای شي، پر هغه لاسبرۍ سربېره، چې پر خپل اړوند مضمون یې لري، د نوټونو په اخستو سره له دې آفت سره مبارزه وکړي.

ددې کار د ارزښت په پار، هم د علومو ساتنې ته، هم یې لېږد ته او هم یې بیا ویلو ته، موږ ته سپارښتنه شوې، چې علوم ولیکو. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي: «علم مو بندي کړئ!» وویل: « علم څنګه بندي کېږي ؟» و یې ویل: «په لیکلو یې.»[697]

د نوټ اخستو په اړه مو مخکې ویېنه کړې ده؛ نو نه یې تکراروو.

  1. د عمل پرېښوول

د علم یو بل آفت دادی، چې عالم پر خپله پوهه عمل و نه کړي. د ښووند په ځانګړنو کې مو تر ((ښیونکی او اهل عمل دې وي)) عنوان لاندې یوه ویېنه درلوده، چې دلته یې بشپړېدا ته وايو، چې په قرآن کریم کې راغلي دي:

((أَ تَأْمُرُونَ النّاسَ بِالْبِرِّ وَ تَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ [698]= ايا خلك ښېګڼو ته رابولئ؛ خو ځانونه مو هېر كړي)) امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه په یوه روایت کې د علم یو آفت، عمل ته شا کول ښوولي دي: «آفَةُ الْعِلْمِ‏ تَرْكُ الْعَمَلِ بِهِ»[699] په دې اړه د ډېری روایتونه شته، چې ددې آفت د ارزښت، خطر او ضررونو ښکارندوی دی؛ نو رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي: «له بې ګټې پوهې الله ته پناه وروړم او دا هغه علم دی، چې له عمل سره په ټکر کې وي.»[700]

ـ په روایتونو کې راغلي دي: « هغه پوه چې نور جنت ته وربولي؛ خو پخپله دوزخي وي؛ نو تر ټولو سخت حسرت او خواشیني به ولري.[701]

ـ امام صادق وویل: «كونوا دعاة النّاس باعمالكم و لاتكونوا دعاةً بالسنتكم[702]= په خپلو کړنو مو خلکو ته بلنه ورکړئ، نه یوازې په وینا.»

ـ له امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه هم رانقل شوي دي: «قسم چې هغه چار ته مو نه رابولم؛ خو داچې پخپله یې مخکښ ووسم او له هغه کاره مو نه منع کوم؛ خو داچې تر تاسې مخکې مې پخپله پرېښی وي.»[703] آنحضرت وویل: « څوک چې ځان د نورو مشر کړي؛ لومړی دې ځان ته ښوونه وکړي.»[704] او همداراز یې وویل: «علم له عمل سره مقرون دی؛ هر څوک چې پوه شو؛ نو ‎ په خپل علم یې عمل کړی دی. علم، عمل ته غږ کوي؛ نو که ځواب یې ورکړ، له هغه سره به پاتې شي؛ ګنې له وجوده به یې کډن شي.»[705]

ـ امام كاظم وايي: «طوبى للعلماء بالفعل و ويل للعلماء بالقول؛[706] درود پر هغو عالمانو چې پر خپله خبره عمل کوي او افسوس پر هغو، چې یوازې خبرې کوي.»

په قرآن کریم کې بې علمه عالم، له هغه خره سره ورته شوی، چې کتابونو لېږدوي؛ خو پخپله ترې نه برخمنېږي.[707] په روایتونو کې هم بېلابېل تشبیهات شته دی؛[708] لکه چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ويلي دي: « بې عمله عالم، د هغه څراخ په څېر دی، چې پخپله سوځي؛ خو رڼا یې خلکو ته رسي.»

  1. حسد

 «حسد» د علم د ډګر بل آفت دی. حسد له «غبطې» سره توپیر لري؛ غبطه یو مثبت چار دی او حسادت یو منفي چار دی. په غبطه کې وګړی هغه مال او کمال غواړي، چې بل یې لري؛ خو په حسادت کې داسې وي، چې له مقابل لوري دې نعمت واخستل شي یا یې نعمت له منځه ولاړ شي؛ نوځکه غبطه خوړل کمال؛ خو حسادت کول یوه نیمګړتیا ده.

حضرت زكريّا علیه السلام د حضرت بي بي مريم علیه السلام د مقام په لیدو غبطه وخوړه او لاس په دعا شو: ((هُنالِكَ‏ دَعا زَكَرِيَّا رَبَّهُ.[709]))؛ خو حسد د ابلیس د حقیقت لیدو سترګې وتړلې؛ د حضرت آدم خاوریني او خټینې یې ولیده او و یې ویل: «آیا د هغه سجده وکړم، چې له خاورې پنځول شوی دی؟))؛ (( قَالَ ءَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينا[710])) د هغه الهي روح یې و نه ليد: ((نفخت فيه من روحى [711])) او و یې ویل: ((قالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نارٍ وَ خَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ‏ [712]=زه ترې غوره یم، زه دې له اوره او هغه دې خټې پنځولی دی.))

د حسادت خطر ته همدومره وینا بس، چې کله حسد د کفر تومنه شي. بني اسراييلو هیله درلوده، چې پېغمبر یې له ټبر او توکمه وي؛ خو چې خپلې هیلې ته و نه رسېدل، حسادت یې وکړ. په روایت کې راغلي: ((د کفر جرړه په درېیو څیزونو کې ده: حرص، حسد او تکبر ».[713] امام صادق وايي: «حسد نېکۍ پوپناه کوي؛ لکه څنګه چې اور خس سوځوي.» [714]

په خواشینۍ یو هغه رذالت، چې د علم په ډګر کې ډېر وي، «حسادت» دی. د روایتونو له مخې، «حسد» په پوهانو کې ډېر وي.رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي: «وَ آفَةُ الْعِلْمِ‏ الْحَسَد.»[715]

د حسد نښې، يا د خلکو د کمالاتو نفې کول دي یا د خپلو کمالاتو ویل دي. که د حسود انسان په مخ کې یې د ملګري ستاینه وشي؛ نو هغه یې یا رد کوي او که ریاکار وي؛ نو چوپتیا غوره کوي یا وايي: زه خبر نه یم او په چورلټ ترې منکر شي، چې ستایونکی پخپله د خپلې خبرې پر بطلان منښتی کړي.

باید پوه شو، چې حسد، الهي حکمت ته له غاړې ایښوونې سره په ټکر کې دی. حسد د محسود د غیبت، تورنولو او د ګناه د بښل کېدو لاملېږي او ګناوې یې د حسود پر غاړه کېږي؛ نو له محسود څه نه کمېږي، بې د ګناه له پېټو یې! الله تعالی هر چاته یو لړ نعمتونو او امتیازات ورکړي دي، هرڅوک داسې یو نعمت لري، چې بل یې نه لري. په توحیدي لید، حسادت په انسان کې له منځه ځي. که څوک پوه شي، چې د حسادت نه درلودل، څومرده د انسان د محبوبیت او ودې لاملېږي؛[716] نو ددې رذالت درملنې ته به هرومروه یو سوچ وکړي.[717]

4. عُجب او تکبر

عُجب، ځان ستر ګڼلو ته وايي؛ که په حساب او دلیل وي؛ که بېځایه او چټي. که یو وګړی په خپل واقعي کمال یا خیالي کمال غره وي او ځان ستر وګڼي؛ نو دې ته عُجب وايي؛ خو که پر نورو هم ویاړپلورنه وکړي؛ نو دا کبر دی او که یوازې ځان ورته ستر ښکاري؛ نو عُجب دی.[718]

د علم یو آفت، خودپسندي، ځان ستر ګڼل او تکبر دی. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي: «‏آفَةُ الْعِلْمِ‏ الْخُيَلَاءُ[719]= د علم آفت، تکبر دی.»؛ حال داچې د علم یو ثمره باید تواضع وي: «التَّوَاضُعُ ثَمَرَةُ الْعِلْم‏.»[720] ځینې د علمي مقام په پار د عُجب، تکبر او ځان غوره ګڼلو پر آفت ککړ شي.

د ښووند په ځانګړنو کې مو د «تواضع» تر عنوان لاندې یوه لنډه ویېنه درلوده؛ خو له دې ویېنې سره، د هغه ځانګړنې د تړاو په پار، دلته یې بشپړیزه ویېنه کوو. د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د وینا له مخې، یو هلاک کوونکی چار دادی، چې انسان ځان تر نورو غوره وګڼي.[721] حضرت یوسف علیه السلام بې ګناه بندیوان شو؛ خو خپلو بندیوان ملګرو ته یې نه ویل، چې زه بې ګناه یم او تاسې ګناهکاران؛ بلکې ویل یې: «یا صاحبی السجن…». همداراز رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم پر حقه لار و او کفار پر باطله لار؛ خو د خبرو اترو پر مهال یې ویل: (( اِنَّا اَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَى هُدًى أَوْ فِي ضَلَالٍ [722]= موږ او تاسې یا سم ځو یا کاږه!)) او هېڅکله یې داسې خبره په خوله رانه وړه، چې د غوراي او امتیاز بوی ته راشي.

د تکبر د جرړې راویستو ته دې د عُجب جرړه وچه کړای شي. امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه په ډېری تعبیرونو د عُجب له رذالته ـ چې د کبر جرړه ده ـ منع کړي یو. آنحضرت (ص) وايي: «عُجب خورا ډارونکی یوازېتوب دی.»[723]، « عُجب د ناپوهۍ سرچینه ده.»[724] ، « عُجب د مغزو آفت دی.»[725] او «کینه د عُجب ثمره او پایله ده ».[726]

د عُجب رذالت دومره خطرناک دی، چې امام صادق وايي: «الله پوهېده، چې مؤمن ته ګناه تر عُجب غوره ده او که بې له دې وه؛ نو یو مؤمن به هم پر ګناه نه ککړېده.»[727]

  1. دنیاپالنه

عالم او ښووند له دنیا ګټنه کوي؛ خو زړه پرې نه تړي او د ژوند کړنلار او کړلار یې دنیاپالنه نه ده. که یو عالم، چې د علم ثمره یې باید عبودیت وي، که د دنیا بنده شي؛ نو د ښیون څراغ پرځای به  د غفلت او کږلارۍ ښکارندوی وي. قرآن کریم ځینې دا وګړي راپېژندلي او رټلي دي.

قارون ځان عالم ګڼه او شتمنۍ لاس ته راوړل یې د خپل علم پایله ګڼله؛ خو الله وايي، چې حقیقي علم د مال له ډېري کولو سره اړخ نه لګوي: ((وَ قالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِمَنْ آمَنَ وَ عَمِلَ صالِحاً وَ لا يُلَقَّاها إِلَّا الصَّابِرُونَ))

الله تعالی په دې آیت کې د بني اسرایيلو د هغو مخورو ستاینه کوي، چې پر دنیا د زړه بایلونکيو مخې ته درېدلي، چې پوه عالم هغه دی، چې د دنیا ځلبل یې ځان ته را نه کاږي او دنیاپالي سپکوي او خلک له دنیا سره له مینې ژغوري.

بلعم باعوراء هم هغه عالم دی، چې پر دنیا یې زړه تړلی، کږلاری شوی او ناوړپایلی شوی دی. په قرآن کریم کې یې په هکله راغلي دي: ((وَ اتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْناهُ آياتِنا فَانْسَلَخَ مِنْها فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطانُ فَكانَ مِنَ الْغاوِينَ [728]= او دوى ته د هغه (بلعم باعورا) حال ولوله، چې موږ د خپلو آيتونو (علم) وركړى و؛ خو ځان یې ترې وايست او شيطان ورپسې شو او له لار وركو ځنې شو.))

«انسلاخ» د پوټکي ایستو ته وايي او هغه ځای کارېږي، چېرته چې یو څیز له بل سره نښلېدلی وي. دلته له الهي علومو د واټن اخستو په مانا دی. همداراز د‏ «فَأَتْبَعَهُ» غونډله ددې څرګندوی ده، چې بلعم باعوراء پر حق لار، یو داسې مقام ته رسېدلی و، چې نور شیطان هم ترې نهیلی شوی و؛ خو د کږلارۍ نښې چې پکې راڅرګندې شوې؛ نو شیطان په ځغاسته ورپسې شو او په پایله کې، د کږلاریو او ناوړپایلو په لیکه کې شو.[729]

امام رضا وايي: «بَلعَم د باعور زوی دی، الهي اسم اعظم باندې پوهېده او دعا یې منل کېده؛ خو د فرعون دربار ته ورغی او سره له دې چې په پیل کې د حضرت موسی علیه السلام مبلغ و؛ خو په پای کې یې د حضرت موسی او د هغه د پلویانو پرخلاف ګامونه پورته کړل او ناوړپایلی شو.»[730] هو ګرانه٬ د دنیا ځلبل او دربار، د علماوو د ځوړ لامل دي.

قرآن کریم ددې وګړي نامه نه اخلي؛ خو چارې یې خلکو ته وايي، چې د امام باقر د وینا له مخې، چې پر هر هغه وګړي منطبق شي، چې ځاني غوښتنې پر حق لاسبروي.[731] داسې وګړي، په هر وخت کې وي او کوم ځانګړي وخت او وګړي ته ځانګړی نه دي. د بَلعم ‏باعورا کیسه په اوسني تورات کې هم راغلې ده.[732]

په احادیثو کې دنیا ته ورمات عالم ډېر رټل شوی دی؛ لکه څنګه چې امام صادق وايي: «هر کله مو چې یو عالم ولید، چې دنیا ته ورمات او خوښونکی یې دی، هغه مو پر خپل دین تورن وګڼئ(هغه په خپله وینا او کړنو تورن وګڼئ)، څوک چې له چا سره مینه ولري؛ نو له هغه څه سره چې مینه کوي، ساتي یې.» او و یې ویل: «ای داود! زما او ستا ترمنځ دنیا ته ورمات عالم مه راوړه، چې له ماسره له مینې دې ژغوري؛ دوی زما د هغو بندګانو د لارې شوکمارانو او لوټماران دي، چې ما ته د رانږدېدو او ثواب غوښتونکي دي. تر ټولو لږ څه چې زه یې په حق کې کوم، دادي، چې د مناجاتو خوږلنی یې له زړونو باسم.»[733]

6. مراء او جدال

جدال‏ دوه ډوله دی:

الف) نېک جدال، چې د انبیاوو علیهم السلام سیرت دی او د خلکو ښیون او ارشاد ته یو ډول هڅه ده؛ لکه څنګه چې کفارو حضرت نوح علیه السلام ته ویل: «ته مو ارشاد ته ډېرې غورځې پورځې او هڅې کوې » [734]؛ ((يا نُوحُ قَدْ جادَلْتَنا فَأَكْثَرْتَ جِدالَنا)).

ب) باطل جدال، چې د حق له منځه وړو یا تتولو ته، ډولا ډول کږلاریزې او باطلې کړلارې راوړاندې کوي: ((وَ جادَلُوا بِالْباطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ.[735])) باطل جدال د شیطان په هڅونه وي: ((إِنَّ الشَّياطِينَ لَيُوحُونَ إِلى‏ أَوْلِيائِهِمْ لِيُجادِلُوكُمْ.[736]))

هغه بحث، ویېنه، مجادله (خوله وهنه) او شخړه، چې د حق څرګندولو لپاره وي، باید په خورا ښه او نېکه بڼه «جدال احسن» وي: ((وَ لا تُجادِلُوا أَهْلَ الْكِتابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ،[737])) ((جادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ.[738]))

«جدال احسن» هغه خبرواترو ته ویل کېږي، چې پېغور، ملنډې، کنځل او سپکاوی ورسره مل نه وي؛ بلکې د استدلال، مینې او سمونیزې انګېزې پر بنسټت وي. پر احسن جدال تر سپارښتنې روسته، چې د‏ «قُولُوا» کلمه راغلې؛ نو ګټنه ترې کېږي، چې ددې آیت شرنګ او لحن،[739] پخپله د احسن جدال یوه بېلګه ده.[740]

د ژبې یوه ګناه، چې د علم یو آفت هم دی، مراء او جدال دی. «جدال‏» په لغت کې «کروړه کول » دي. جدال د دوو وګړیو خبرې اترې دي، چې یو له بل سره لفطي شخړه پیدا کوي، چې پر یو بل لاسبري شي، چې له یو لړ مفاسد لري.[741]

هغه جدال‏ او خبرې اترې، چې له حق نټې ته وي، کږلي او رټلي دي او ډولونه لري:

ـ کله تر حق روښانېدو روسته دي: ((يُجادِلُونَكَ فِي الْحَقِّ بَعْدَ ما تَبَيَّنَ))،[742]

ـ‌کله د علم او پوهې له مخې نه وي: ((فَلِمَ تُحَاجُّونَ فِيما لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ))،[743]

ـ کله حق له منځه وړو ته وي: ((وَ يُجادِلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالْباطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ)).[744]

په روایتونو کې له مراء و جدال او چټي او بېځایه خبرو اترو او شخړو او خوله وهنو منع شوې ده. امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه وايي: «المراء بذر الشر؛[745] مراء د شرّ تخم دی » نه یوازې په علمي او اکاډیمیک چاپېریال کې؛ بلکې په کورني چاپېریال او ټولنه کې هم خوله وهل او بېځایه شخړې کول، د شر تخم دی؛ ځکه چې خوله وهل او شخړه کول، کینه راولاړوي، په کینې پسې ناوړګوماني، کنځل او غیبت هم رامنځ ته کېږي؛ نو په یوه روایت کې راغلي دي:‏ «دع المراء و إن كنت محقّا؛[746] که په حقه هم وې؛ نو له خولې وهلو لاس پر سر شه.» رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم له خولې وهلو منع کولو ته وايي: «څوک چې له مراء ـ که څه پر حق وي ـ لاس واخلي، زه ورته د جنت په خورا پورته ځای کې، د جنت په منځ او دجنت په بڼونو کې د کور ضمانت کوم.»[747]

د خبرو اترو، مباحثې او احسن جدال د ارزښت په پار، څومره به ښه وي، چې د خبرو اترو او شخړې کړنلار مو د قرآن کریم پر بنسټ وي.[748]

20. د علم ځینې نور آفتونه

په دوام کې د علم ځینې نورو آفتونو ته ځغلنده کتنه لرو:

ـ پر رغیو او برسېرونو اطلاعاتو قناعت؛ نو قرآن کریم د فقه کلمه کارولې، چې د ژورې پوهې په مانا ده.

ـ ژور اطلاعات؛ خو د غیرالله لپاره؛ یعنې ځانښوونې او ویاړپلورنې ته.

ـ معاش ته علم لاس ته راوړل.

ـ ساتتېرۍ ته علم.

ـ بې موخې علم.

ـ د طاغوت ملاتړ او پیاوړي کولو ته.

ـ دین‌سازي او دین پلوري.

ـ د خلکو استحمار/خره کول.

ـ شهرت غواړي.[749]

ـ شمېرنې او ډېری غواړي.[750]

21. ځینې نورې لنډې خبرې

سربېره پر هغو خبرو، چې و مو کړې، یو لړ نورې خبرې هم شته، چې په لنډو یې راخلو:

  1. له جوسازۍ مه ډارېږئ؛ کله ځینې وګړي یو ناسم مفهوم او ناسمه کړلار القا کوي، چې په ښووند کې اړنګ او شک رامنځ ته کړي او یا یې پر نامناسبه لار کړي. په داسې شرایطو کې باید له جوسازۍ و نه ډارېږو. له حضرت یوسف علیه السلام سره یې د روڼو کیسه، ددې ډول جوسازیو یوه بېلګه ده، چې حضرت یعقوب علیه السلام د هغوی د دروغجنو ژړاوو او په وینو لړلي کمیس تر اغېز لاندې نشو.

2.د دیني مفاهیمو وړاندې کولو ته مو باید یو ټکي ته پام وي، په وینا کې منځلاري او له افراط و تفریطه ډډه کول.چورلټ وېرول او هیلمنول، دواړه ناسم دي. مخاطب هم بشارت غواړي او هم ګواښنګري؛ هم دې له عذابه خبر کړای شي او هم له نعمتونو، هم دې له آخرته خبر شي او هم له دنیا، هم وګړیزو چارو ته اړتیا لري، هم سیاسي، ټولنیزو او…. چارو ته.

اسلام هراړخیز دین دی او پر ګروهیزو، ټولنیزو، سیاسي او…. احکامو سربېره، خورا جزيي چارو ته هم احکام لري؛ نو چارو ته له یو اړخیز کتلو دې ډډه وشي او د مطالبو په وړاندې کولو کې دې هر اړخیز لید ولرو، چې مخاطبان د اسلام له هر اړخیزوالي سره لاپسې نور هم اشنا شي.

همداراز، کلمو ته منصفانه کتل او د یوې خبرې جوانب په پام کې نیول، په وینا کې د اعتدال یو مصداق دی. په دیني متونو کې «دنیا» هم له تروو اوبو سره ورته شوې[751] او هم له هغه مار سره، چې زهر لري.[752] همداراز دنیا په خیر، فضل، زینت او [753]د اولیاء الله د سوداګرۍ پر ځای[754] ستایل شوې ده.

3.تر شوني بریده دې، مباحث دوه اړخیزه وړاندې شي؛ داسې چې یوه موضوع دې اوڅار شي او بیا نظرغوښتنه وشي او په دوام کې دې یې ښووند ټولټال کړي. دا چار هم ټولګی ویښ او تازه ساتي او هم له موضوع سره په اړوند موضوع کې د زدکړیالانو د جدي ګډون لاملېږي او هم د نویو ټکیو د رابرسېرېدو لاملېږي. غوره به وي، چې په داسې ځایونو کې له هغو کسانو، چې نوي ټکي او مطالب راوړاندې کوي، ان که خوله هم وي، مننه او ستاینه یې وشي، چې په ویېنه کې د ګډون انګېزه ډېره شي.

  1. له غیرمستقیم اغېزو مه غافلېږئ. قرآن کریم په ډېری ځایونو کې په غیرمستقیم بڼه له انسانانو سره خبرې کړې دي.[755] په قرآن کریم کې راغلي دي، چې حضرت یوسف علیه السلام، نېغ په نېغه چا ته کږلاری نه وایه او په غیرمستقیم بڼه به یې تبلیغ کاوه. هغه خپلو دوو کافرو بندیوانو ملګرو ته و نه ویل: «له کفر لاس واخلئ»؛ بلكې و یې ویل: «ما د کفر لار پرېښې ده»؛ ((إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لا يُؤْمِنُونَ.[756]))

موږ په ډېری ځایونو کې کولای شو، چې له دې کړنلار ګټنه وکړو؛ د بېلګې په توګه، هغه چې په لمانځه کې ناغېړی دی، کولای شو، د لمانځه په اړه د یوې مقالې لیکلو غوښتنه ترې وکړو، تر څو د لمانځه له ارزښت او ګټو سره آشنا شي، دا کړنلار د نور چارو؛ لکه حجاب په اړه هم ګټنوړ دی.

  1. د هغه مشهور متل پر خلاف، چې «د پښتون یوه خبره وي»، پر خپله تېروتنه منښته، د مړانې او سړیتوب نښه او یو خورا اغېزمن روزنیز چار دی.
  2. که ټولګی او وینا مو په وړو ټکیو او لنډو غونډلو پیل او مباحث سوکه سوکه او حساب شوي پراختیا ومومي؛ نو له دوام ورکولو سره به یې ډېره مرسته وکړي. ځینې ښووندان یې له مخې ویلو پیلوي او په پای کې یې توضیحات ورکوي او په دې توګه، ګام په ګام مخې ته ځي او خپل مخاطبان له لاسه نه ورکوي.
  3. که مطالب ډلبندي شي؛ نو د مخاطب په ذهن کې په غوره توګه پاتېږي؛ د بېلګې په توګه: د ظلم په اړه، هغه دې ډلبندي کړو او د (( ظلم د ډولونو)) په اړه ووايو: کله انسان پر خپل ښوونځي ظلم کوي، کله پر خپل مشر ظلم کوي، کله پر خلکو ظلم کوي.
  4. په ټولو چارو کې دې زدکړیالان، د توحیدي منطق پر بنسټ وروزو؛ الهي معرفت او توحید ته ورمتوحه کول، د ګروهو او جرړو سمول دي، چې د خویونو او کړنو د سمونې لاملېږي.
  5. په مباحثو کې دې په کارراتلونکي موضوعات ووایو؛ د بېلګې په توګه، ولې له مرګه ډارېږو، یوه هغه ویېنه ده، چې ډېره اړتیا ورته لیدل کېږي.
  6. د دیني احکامو په ښوونه کې یې آسان وبرېښوئ؛ په تېره هغه موضوعات چې د مخاطب په سترګو کې درانه او ستونزمن برېښي. په قرآن کریم کې، مسلمانانو د روژې د حکم ترڅنګ وايي: ((يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيامُ كَما كُتِبَ‏ عَلَى‏ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ‏[757]))؛ یعنې یوازې تاسې روژه نه نیسئ او تر تاسې مخکې امتونو هم روژه نیولې او په دوام کې یې ویلي دي: ((أَيَّاماً مَعْدُوداتٍ‏=یو څو ورځې روژه ده)) او بیا وايي: ((فَمَنْ كانَ مِنْكُمْ مَرِيضاً أَوْ عَلى‏ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَر…))[758]
  7. مخاطب په وېره او هیله کې وساتئ. قرآن کریم، خپل استازي ته چې ظرفیت یې لري وايي، ته پر نېغه لار یې: ((عَلى‏ صِراطٍ مُسْتَقِيم[759]))؛ خو د نورو په اړه له «لعلکم» کار اخلي؛ د بېلګې په توګه، وايي: ((اعْبُدُوا رَبَّكُمُ… لَعَلَّكُمْ‏ تَتَّقُونَ [760])) یا ((فَاتَّقُوا اللَّهَ… لَعَلَّكُمْ‏ تُفْلِحُونَ.[761]))

12.له مخاطب سره صمیمي او په مینه اړیکه، خورا مهمه ده؛ ځکه د زدکړیال لېوالتیا د نفوذ یو شرط دی. البته ښووند او زدکړیال دې دومره سره نه خوږېږي، چې یو لړ خوالې یو بل ته ووايي.

13.که په غونډه کې مو د بېلابېلو عمرونو ګډون کوونکي وي؛ نو په خطاب کولو کې نوي کهول ته لومړیت ورکړئ؛ نو د ټکیو ټاکل او د مباحثو وړاندې کول دې په دې لید وي.

14.د اغېزمنۍ لپاره لومړی ښېګڼې وویاست او بیا نیوکې او کره کتنې. کره کتنه دې په نرمه، پسته او زړه سواندې ژبه وي.

15.مخکېنۍ ناڅیزۍ، کمزورۍ او ذلت ته پاملرنه، انسان له ځان ستاینې ژغوري: ((إِذْ أَنْتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهاتِكُمْ فَلا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ؛ او هغه مهال چې تاسې د مور په زیلانځ/رحم کې وئ؛ نو ځانونه بې نیمګړتیا مه شمېرئ.» په روایتونو کې هم دې ټکي ته اشاره شوې ده.[762]

انسان دې خپل شاته هم ځغلنده کتنه ولري: ((أَ لَمْ يَجِدْكَ يَتِيماً فَآوي [763])) او خپلو کمزوریو او نشتمنۍ ته دې پاملرنه وکړي، چې کړنې یې سمې شي.

  1. تر هرې ویېنې مخکې دې یې اړخونه او جوانب هم وڅېړل شي او بیا دې په پرانستې او پراخه لید، ویېنه پیل شي؛ البته مراد مو، د ټولو لاس ته راوړونو او اطلاعاتو ویل نه دي؛ بلکې پر اړوند موضوع دې واکمن ووسو.

17.د کار پرمختګ او موخې ته د رسېدو لپاره، هېڅکله، له دروغو، اغراق، مبالغې او نورو نامشروع لارو ګټنه مه کوئ؛ ځکه موخه، وزلې ته مخونه نه ورکوي. د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم، د زوی ابراهیم د وفات پر ورځ، لمر تند ونیوه او ځینو و انګېرل، چېد ابراهیم د مړینې په پار دی. رسول الله بې ځنډه پر ممبر کېناست او خلکو ته یې خبرداری ورکړ، چې لمر ا و سپوږمۍ په هغه کړۍ کې چې الله ورته ټاکلي، پر خپل چار بوخت دي او هېڅکله د چا د مرګ او ژوند په پار نه نیول کېږي او بدلون پکې نه راځي، باید د آیات/خوف لمونځ پرځای کړای شي. بیا له ممبر راکوز شو.[764] همداراز امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه وايي: «آیا حکم راکوې، چې په ظلم بریا ته ورسم ؟»[765]؛ نو د موخې پر سپېڅلتیا سربېره، وزلې او اوزارو ته دې هم بشپړ دقت وشي.

  1. و دې نه انګېرو، چې ټولې خبرې نورو کړې دي او پر ټولو لارو تللي دي؛ بلکې علم خورا پراخ دی او هرڅوک چې هڅه وکړي، کولای شی یو نوون ولري. د هر هڅاند عالم ذهن خپله روزي لري. د المیزان تفسیر مفسر؛ مرحوم علامه طباطبايي به ویل، چې باید په هرو دوو کلونو کې نوی تفسیر ولیکل او نوې خبرې ترې راوایستل شي.
  2. عناوین دې زموږ لاسونو او پښو ته لاسکړۍ او زولنۍ نشي؛ شونې ده یوه ورځ زموږ زدکړیال وي؛ خو بله ورځ زموږ ښووند شي.

20.په چارو او کړلارو کې آر ((دنده)) ده، نه ((پایله))؛ که موخه مو الله وي؛ نو وژل کېدل او نه وژل کېدل، څه توپير نه لري: ((يُقاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَ يُقْتَلُونَ.[766])) امام حسین د مکې او کربلا په مسیر کې، له حُر او سرتېرو سره په خبرو کې یې وویل: «أما و اللّه إني لأرجو أن يكون خيرا ما أراد اللّه بنا قتلنا أم ظفرنا؛[767] پوه شه، پر خدای، چې هیلمن یم، هغه څه چې الله راته اراده کړې ده، خیر دی؛ که ووژل شو او که بریالي راستانه شو.»

  1. محبوبيت یوه الهي پېرزو ده؛ هغه چې زړونه یې دي، مینه یې هم ده.[768] الله تعالی د حضرت موسى علیه السلام د ساتنې لپاره یې مور ته ورالهام کړل،چې زوی دې سیند ته ورګوزار کړه، سیند ته امر کوي، چې د ماشوم لېږدونکې پېټۍ کڅ ته بوځي، د دښمن زړه ته ورالقاء کوي، چې را و یې نیسي او د ماشوم مینه یې په زړه کې واچوي: ((وَ أَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِنِّي‏.[769])) امام باقر وايي: «الله د حضرت موسی مینه دومره د خلکو په زړه کې واچوله، چې چا لیده، مینه یې پرې راتله.»[770]
  2. زمینو او ظرفیتونو ته پاملرنه مهمه ده. کله ځینې ځېلیان پیدا کېږي، چې بیخي په حقیقت پسې نه وي؛ نو که مناسب او مساعده زمینه نه وي، د انبیاوو بلنه هم اغېزمنېدای نشي.[771]

باران كه در لطافت طبعش خلاف ‏نيست‏         در بـاغ لاله رويد و در شوره‏زار، خَس‏

قرآن کریم د بقره سورت په پیل کې د متقینو د ځانګړنو په اړه، د کفارو د پېژندنې لپاره وايي: ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَواءٌ عَلَيْهِمْ‏ أَ أَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لا يُؤْمِنُونَ [772]= په حقيقت کې څوك چې كافران شوي (او پر خپل کفر ټینګار لري)، ورته بې توپېره ده، كه (له الهي عذابه) يې ووېروې که و نه وېروې؛ ايمان نه راوړي.)) هغه کفار چې په کږلارۍ او حق پټونه کې دومره سختدریځي دي، چې د الهي آیتونو منلو ته چمتو نه دي او د پېغمبرانو د بلنې پر وړاندې یې خبره دا وه: ((سَواءٌ عَلَيْنا أَ وَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَكُنْ مِنَ الْواعِظِينَ [773]= ورته یې وويل : (( (ځان خوشې مه ستړى كوه) پر موږ بې توپيره ده، چې نصيحت راته وكړې كه ونه كړې؛))

بر سيه دل چه سود خواندن وعظ                  نـرود مـيخ آهـنين در سـنگ

قرآن کریم وايي: ((وَ الَّذِي‏ خَبُثَ‏ لا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِداً= هغه ځمکه چې خبیثه [او مالګینه] ده؛ نو یوازې او بې ګټې محصول راټوکوي))

23.په چا او کوم ځای پورې ځان مه تړئ او ښوونه او روزنه په بودجې، شونتیاوو او…. کې مه راایساروئ. داسې مخې ته ځئ، چې څوک مو لرې/عزل نه کړای شي. ښه ښووند ان د شونتیاوو په نشتون یا د ځینو شرایطو په تشه کې هم کار کوي. ځینې د «ورامین» په څېر وي، که «واو» نه وي؛ نو «رامین» شي، چې د وګړي نامه ده او که «راء» نه وي؛ نو «امین» شي، چې وصف دی او بیا هم مانا لري؛ که «الف» پکې نه وي؛ نو «مین» شي، چې جګړه ایزه وزله ده، که «میم» پکې نه وي؛ نو «ین» او د جاپان پیسې شي او که «یاء» پکې ؛ نو «ن» (نون) شي، چې مانا لرونکی ټکی دی! یوه لرې کونه هم «ورامین» له کاره نه لرې کوي. ښه ښووند هم په یوه شرایطو کې هم له کاره نه غورځېږي.

  1. تر شوني بریده، زدکړیالانو ته مو په ټولګي په سمبالنه کې ونډه ورکړئ، منفعل او چوپ زدکړیال، ټولګی له تازه والي غورځوي او خوبوړوي یئ؛ خو کارنده/فعال زدکړیال په ویېنو کې ګډون کوي او په ګډون سره یې ټولګي ته تازه والی ورکوي. د بېلګې په توګه، د کوم آیت، حدیث، شعر، متل او…. نیمه برخه وویاست او نوره یې له زدکړیال وغواړئ، چې بشپړ یې کړي، یا ورته د پوښتنې کولو اجازه ورکړئ او که په کومه ورځ یې و نه پوښتل؛ نو پوښتلو ته یې وهڅوئ. تازه او ګټور ټولګی دوه اړخیز دی؛ خو دلته په ښووند پورې اړه لري، چې دا چارې د ټولګي وخت ضایع نه کړي او له آریزې موضوع بهر نشي.
  2. په کړنلارو کې مو وویل، چې «لڼدې خبرې» یوه بریالۍ کړنلار ده؛ البته لنډې؛ خو نه نیمې، چې د مطلب بشپړتیا ټکنۍ نه کړي؛ خبره کې به پړی نه اچوئ،مه یې راکاږئ او اوږدوئ یې مه؛ ځکه دا کار مخاطب ستړی کوي او غونډې پرېښودو ته یې اړ باسي. الله تعالی، چې کله د خلکو زړه تنګي او بې حوصله توب ویني؛ نو تخفیف ورکوي: ((الْآنَ خَفَّفَ‏ اللَّهُ‏ عَنْكُمْ وَ عَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفاً= اوس الله [د جهاد په چار کې] تاسې ته تخفیف درکړ او څرګنده شوه، چې کمزوري درننووتې ده))

26.یو غر پر بل غر مه ولئ او یوازې مشهورې خبرې رانقلوئ او داسې مه کوئ، چې څومره مو مطالعه کړې، ټوله راوړاندې کړئ او له اړخیزو او فروعاتو ویلو ډډه وکړئ. بریالی ښووند، د مور په څېر دی؛ مور هر ډول خواړه خوري؛ خو اولاد ته یې یوازې شیدې ورکوي؛ موږ باید د خپلې مطالعې نچوړ، په هغه چوکاټ کې وړاندې کړو، چې زدکړیال یې د هضم او جذب ظرفیت او وړتیا ولري.

27.داسې دې نه وي، چې ښووندې لږه مطالعه وکړي؛ ښووند باید تر خپلو زدکړیالانو ډېره مطالعه وکړي. یو کوشنی موټر نشي کړای، یوه ستره لارۍ راکاږي؛ نو ددې لپاره چې زدکړیال له ځان سره مخکې راکاږوو؛ باید تر هغوی مو علمي ځواک ډېر او غوره وي.

  1. ديني غونډې دې غوښنې او غني وي؛ داسې دې نه وي، چې یو آیت یا یو حدیث ووایو او ورپسې پنځوس دقیقې خپلې خبرې وکړو. قرآن کریم خپلې ښوونې لنډې ویلې دي او په هره ویېنه کې یې آریز ټکي ته اشاره کړې ده. د بېلګې پتوګه، د ښځې او مېړه ګډ ژوند ته یې څو آریز، کونجیز او لنډې غونډلې ویلې دي؛ لکه: د همسر سترګې په دوو څيزونو رڼېږي؛ د غم نه درلودل او زړګنۍ خوښي: ((تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَ لا يَحْزَنَّ وَ يَرْضَيْنَ [774])) همداراز ویلې یې دي: «له مېرمنو سره مو غوره چلن کوئ»؛((عاشِرُوهُنَ‏ بِالْمَعْرُوفِ [775])) او دې ورته نور تعبیرونه…

یا داچې په اُحُد غزا کې یې د مسلمانانو ماتې ته درې لنډ تعبیرونه راوړي دي: ((فَشِلْتُمْ‏ وَ تَنازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَ عَصَيْتُم؛ «سست شوئ او [د جګړې او غنیمت ویش] په چار کې مو شخړه وکړه او [د پېغمبر له حکمه مو] سرغړونه وکړه.»

29.خندا او ټوکې شا ته مه غورځوئ. روغې ټوکې، ټولګی له وچوالي راباسي؛ البته هغه ټوکی، چې کوم قوم، ژبې یا وګړي ته پکې سپکاوی نه وي او افراط هم پکې نه وي.

  1. په عين حال کې چې د مبلغ او ښووند کړنې یې د انسانانو په ښیون کې خورا ګټور چار دی؛ خو سر مو دې خلاص وي، چې آریز اغېزمن الله دی او مبلغ او ښووند یوازې یو اوزار دی. په چارو کې خپلې روستۍ هڅئ کوئ؛ خو پوه شئ، چې بریا د الله په لاس کې ده: ((مَا اسْتَطَعْتُ وَ ما تَوْفِيقِي إِلاَّ بِالله[776] ))همداراز په بل آیت کې لولو: [اي پېغمبره!] په رښتینه ته نشې کړای، هر هغه څوک ښیون کړې [او موخې ته یې ورسوې]، چې ستا خوښه وي؛ بلکې دا الله دی، چې څوک غواړي، ښیون ورته کوي »؛ ((‏إِنَّكَ لا تَهْدي مَنْ أَحْبَبْت وَ لكِنَّ الله يَهْدِي مَنْ يَشاء.)) په دې آیت کې په ویل شوي، چې د خلکو د ښیون توفیق د الله په لاس کې دی، یا په بقره سورت ۲۷۲ آیت کې راغلي دي:

((لَيْسَ عَلَيْكَ هُداهُمْ وَ لكِنَّ الله يَهْدِي مَنْ يَشاءُ= پر تا یې ( په زوره) د ښيون ژمنه نشته (؛نو ځكه په زور د اسلام راوړو لپاره پر نامسلمانانو د خېرات بندول سم نه دي)؛ خو د الله چې چاته خوښه شي (او وړ يې وګڼي) سمه لار ورښيي))

31.پر خلکو ځان مه سسوئ او منت مه ږدئ، د مبلغ او ښووند د بري یوه خواله داده ‏: ((وَ لا تَمْنُنْ‏ تَسْتَكْثِرُ= منت مه ږده او [چار دې]ستر مه شمېره))[777]. هغه مبلغ او ښووند، چې د الله په پار کار وکړي، نباید د خپلو زحمتونو په پار پر خلکو منت کېږدي؛ ځکه: ((و من جاهد فانّما يجاهد لنفسه انّ اللَّه لغنىّ عن العالمين [778]= او هرڅوک چې هڅه وکړي، ځان ته هڅه کوي؛ ځکه الله له نړیوالو مړه خوا ده.))

32.د ښوونې او روزنې د چار ارزښت ته همدومره بس چې له یوه تن سره یې کار د ټولې ټولنې له ژوند سره برابر دی. قرآن کریم وايي: ((وَ مَنْ‏ أَحْياها فَكَأَنَّما أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعاً [779]=))د آیتونو او روایتونو له مخې، حق لارې ته د خلکو وربلنه یو ډول بیاژواکي ده او کږلارول یې یو ډول وژنه ده. په انفال سورت ۲۴ آیت کې د رسول الله بلنه د ژوند تومنه ګڼل شوې ده: ((دَعاكُمْ لِما يُحْيِيكُمْ)). امام صادق هم وايي: «مَن أخرجها من ضلال الى هدى فكانّما أحياها و من أخرجها من هدى الى الضّلال فقد قتلها؛[780] هر چاچې یو کږلاري ته ښيون وکړ، هغه یې راژوندی کړی دی او چاچې څوک کږلاری کړ،  هغه یې وژلی دی.»

  1. په ځینو ځایونو کې دې له خلکو سره مل شو، چې د منلو زمینه یې چمتو شي او بیا ورپسې خپل پرېکنده دریځ اعلان کړو. د حضرت ابراهیم علیه السلام پر مهال ستورنمانځنه دود وه او د هستۍ په تدبیر کې یې ګټور ګڼل. داچې د احتجاج یوه کړنلار، له باطل ګروهې سره د ملتیا څرګندونه ده او بیا یې رد کول دي؛ نو په پیل کې ابراهیم علیه السلام ورسره مل او بیا یې د هغوی منطق رد کړل: ((فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ رَأي‏ كَوْكَباً قالَ هذا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قالَ لا أُحِبُّ الْآفِلِينَ [781]= چې كله د شپې تياره پرې خپره شوه؛ نو يو ستورى يې وليد، و يې ويل : ((دا زما خداى دى؟))؛خو چې پرېووت؛ نو ويې ويل : (( پرېوتونكي نه خوښوم .))@

34.فرهنګي او ښوونیزې چارې دې په ټولنه کې یون او خوځښت رامنځ ته کړي، نه په ټپه ولاړېدنه. بايد د: ((أَنْزَلْنا مَعَهُمُ الْكِتابَ وَ الْميزان‏‏‏‏)) پایله د خلکو یون او راپاڅېدنه وي: ((لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ.))

د دین په څېره کې «دين» پاڅون او یون نغښتی دی، دې آیتونو ته پام وکړئ:

ـ ((قُمْ فَأَنْذِر)) [782]؛ «راپاڅه او ګواښنه وکړه.»

ـ ((قِياماً لِلنَّاس‏‏)) [783]؛ «[الله، د بیت الحرام< كعبه‏] د خلکو سمبالنې او ته وزله کړې ده.‏»

ـ ((أَقيمُوا الصَّلاةَ)) [784]؛ «لمونځ راولاړ کړه.»

ـ ((قَوَّامين بِالْقِسْط‏‏‏)) [785]؛ «عدالت پر پښو ودروئ.»

ـ ((قائِماً بِالْقِسْطِ)) [786]؛«[الله] تل په عدل ا و قسط ولاړ دی.»

ـ ((يَوْمَ الْقِيامَةِ)) [787]؛ «پس الله به یې د قیامت پر ورځ ترمنځ ورمندون/قضاوت وکړي ».

په دې ټولو آیتونو کې پاڅون او پښې ټینګول نغښتي دي.

35.هم نورو ته ښه او مناسب مطالب وویاست او هم د خبرو سرچینه وویاست. پنځګر الله، د پنځول شوي لقمان خبره رانقلوي: ((وَ إِذْ قالَ‏ لُقْمانُ‏ لِابْنِهِ وَ هُوَ يَعِظُهُ… [788]؛ « او [را ياد کړه] هغه مهال چې لقمان خپل زوی  ته په موعظه کې وویل:…».

  1. د ښوونې او روزنې چار دوام او غځېدا ته اړتیا لري؛ نو نه ستړې کېدونکیو هڅو ته اړتیا لري. قرآن کریم د حضرت نوح له خولې وايي، له هومره اوږد عمر سره یې شپه و ورځ نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې: ((قالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ‏ قَوْمِي‏ لَيْلًا وَ نَهاراً [789]=(نوح) وويل: (( پالونكيه! په رښتینه كې ما خپل قوم شپه و ورځ (ستا لوري ته) راوباله.))

د انبیاوو د چار برید یې وس او ځواک دی؛ نه ګړۍ، ورځې، میاشتې، کلونه او؛ لکه څنګه چې قرآن کریم، د حضرت شعیب علیه السلام له خولې وايي: ((إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلاحَ مَا اسْتَطَعْتُ [790]= زه ترخپلې وسې بې (د ټولنې) له سمونې څه نه غواړم))

37.په ښوونیزو چارو کې ګډون او یو له بل سره تجربې شریکول خورا ګټور چار دی. په ځینو ځایونو په تېره، په ستونزمنو شرایطو کې انسان همکارۍ او ملګري ته اړتیا لري. حضرت موسی علیه السلام له الله وغوښتل، له الله د وزیر، همکار او مرستیال غوښتنه وکړه، چې په ګډه ورسره کار وکړي: ((وَ أَشْرِكْهُ‏ فِي أَمْرِي))؛ لکه څنګه چې په یس سورت، ۱۴ آیت کې، د تېرو ځواکونو د ملاتړ لپاره د تازه نفس ځواکونو د لېږد خبره شوې ده: ((إِذْ أَرْسَلْنا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُما فَعَزَّزْنا بِثالِثٍ‏ فَقالُوا إِنَّا إِلَيْكُمْ مُرْسَلُونَ= چې دوه تنه (استازي) مو ورولېږل؛ نو دروغجن يې وګڼل؛ نو موږ یې ملاتړ ته درېیم (استازى) هم ورولېږه؛ نو (ټولو) وويل: ((بېشكه موږ درته رالېږل شوي يو.))))

البته ښوونیزو او فرهنګي چارو مخ وړو ته دې هر مال او مرسته و نه منو. حضرت علي کرم الله وجهه ته یې وویل، چې د حکومت د پښو تر ټينګېدو دې معاویه پر خپل ځای پرېږده او چې حکومت دې پر پښو ودرېد؛ نو بیا یې لرې کړه، آنحضرت یې په ځواب کې وویل: ((ما كُنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّينَ عَضُداً [791]))

38.له نوي کهوله مه غافلېږئ، چې په ځوانانو کې د اندیز بدلون او حق ته د ورماتېدو زمینه ډېره ده؛ ځکه زړونه یې پاک دي او له مال او مقام سره یې لېوالتیا دومره نه وي: ((فَما آمَنَ لِمُوسى‏ إِلَّا ذُرِّيَّةٌ مِنْ‏ قَوْمِهِ‏ عَلى‏ خَوْفٍ مِنْ فِرْعَوْنَ وَ مَلَائِهِمْ أَنْ يَفْتِنَهُمْ [792]=(په پېل كې) پر موسى بې له څو تنو زلميانو بل چا ايمان را نه ووړ او دوى هم له فرعون او خپلو مشرانو وېرېدل، چې هسې نه، و يې ځوروي؛ ځكه فرعون په ځمکې (مصر) کې یو متکبر او باغي و او په رښتيا له هغو خلکو ځنې و، چې پر هېڅ پوله نه تمېږي .))

40.روستۍخبره داچې موږ  دې خپلې روستۍ هڅې وکړو؛ خو په دې حقیقت دې باور ولرو، چې دنده لرو، چې پر راکړل شوې دنده عمل وکړو؛ نه د پایلې اخستو. هغه چې غشی مو پر نښه ولي، الله تعالی دی: ((فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَ لكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ وَ ما رَمَيْتَ‏ إِذْ رَمَيْتَ وَ لكِنَّ اللَّهَ رَمى[793]= نو تاسې دوى نه دي وژلي؛ بلكې الله وژلي او چې تا ایشتل ( اى پېغمبره! چې خاورې او شګې دې پرمخ ورشيندلې) نو تا نه دي ایشتلي؛ بلكې الله ایشتل؛ ځکه الله غوښتل مؤمنان له دې لارې ښه وازمېيي، په رښتيا چې الله ډېر پوه اورېدونكى دى.))

څوک چې زموږ لږ باید ډېر او موږ بریالي کړي، هغه (الله) دی: ((كَمْ‏ مِنْ‏ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَ اللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ‏ [794]=((ډېر ځل داسې شوي، چې د الله په امر يوه کوشنۍ ډله، پر يوې لويې ډلې بريالۍ شوې ده)) او الله د زغمناكو مل دى.))

او په پای کې داچې ټول توفیقونه دې له الله وبلو او په خولو مو تل د حضرت شعیب علیه السلام دا خبره وي: ((إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلاحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَ ما تَوْفِيقِي‏ إِلَّا بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَ إِلَيْهِ أُنِيبُ [795]= زه ترخپلې وسې بې (د ټولنې) له سمونې څه نه غواړم (او په دې كار كې) بې د الله (له مرستې) برى راسره نشته! پر هغه مې بروسه ده او لوري ته يې ورستنېږم.))

ربنا تقبل منا

پای

۶/جدی/۱۳۹۹

کابل/احمدشاه بابا مینه

 

 

 

[1] . بقره/۱۲۹

[2] .که څه د ((داعي))، ((هادي))، ((بشیر))، ((سراج منیر)) او دې ته ورته تعبیرونه هم پېغمبرانو ته کارېدلي؛ خو د ((تزکیه)) او ((ښوونې)) پازوالۍ ته چې یې پر غاړه یې وه، په ځانګړي ډول اشاره شوې ده.

[3] .قرآن کریم د انسان د تاواني کړنو په اړه داسې تعبیرونه لري:

ناوړه سوداګري یې کړې ده. «بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ» (بقره/۹۰)

سوداګري یې ګټه نه لري. «فَما رَبِحَتْ تِجارَتُهُمْ)) (بقره/۱۶)

تاوان یې کړی دی. «خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ[3]» (بقره/۱۷۵) 

څرګند تاوان یې کړی دی. «خُسْراناً مُبِیناً» (نساء/۱۱۹)

په تاوان کې ډوب دي. «لَفِی خُسْر)) (عصر/۲)

کله تاوان دی. اشتروا الضلالة بالهدی)) (بقره/۱۷۵)

هر اړخیز تاوان بالاخسرین اعمالا)) (کهف/۱۰۳)

[4] . قال رسول الله: افضل الصدقة ان یعلم المرء علما ثم یلعمه اخاه.)) بحارالانوار د بیروت چاپ، دویم ټوک، ۲۵ مخ.

[5] .قال رسول الله: الدال علی خیر کفاعله.)) (کافي، څلورم ټوک، ۲۷ مخ.)

[6] . عن ابی جعفر قال: معلم الخیر یستغفر له دواب الارض و حیان البحور و کل صغیره و کبیره فی ارض الله و سمائه.)) (ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، ۱۳۱ مخ)

[7] .(المناقب، څلورم ټوک، ۶۶ مخ.)

[8] .ژباړن: حمزه بابا وايي: ای حمزه چې سروکار دې شو له عشقه، راشه بس کړه د دنیا کاروبار پرېږده.

[9] .د فرهنګي او ښوونیزو چارو برکتونه، په کوم ځانګړي وخت پورې ځانګړي نه دي. که هر توکی او یېبره/محصول، صادراتو ته لېږدوزلې، لګښت او وخت ته اړتیا لري، معارف او فرهنګ هم هغه توکي دي، چې کولای شو په ژبه او قلم یې د ټولو پېرونو وګړیو ته ولېږدوو. که دا کړنه مو د الله د خوښۍ تر لاسه کولو ته وي؛ نو تلپاتې او همېشنی به شي.

[10] .اعراف/۱۷۹

[11] .توبه/۶۷

[12] .ص/۲۶

[13] .طه/۱۲۶

[14] .مدثر/۴۴

[15] .شعراء/۸۴

[16] . زخرف/۲۸. په ((و جعلها کلة باقیة)) کې د ((جعل)) د فاعل په اړه دوه احتماله دي. الله او ابراهیم. په دې مانا، چې هم ویلای شو، چې الله د ابراهیم د ایمان په درناوي یې توحید په ځوځات کې ژوندی وساته او هم ویلای شو، چې حضرت ابراهیم د توحید او له شرک نه د برائت غږ په خپل ځوځات کې یادګار پرېښود.

[17] .شعراء/۱۷

[18] .قال علی بن موسی الرضا: ان الفقیه من افاض علی الناس خیره و انقذهم من اعدائهم)) التفسیر المنسوب الی الامام الحسن العسکری، ۳۳۴ مخ)

[19] .اعراف/۱۵۷

[20] .غررالحکم و دررالکلم، ۳۲۶ مخ. [یادونه: دا کتاب په پښتو هم ژباړل شوی دی]

[21] .هماغه سرچینه.

[22] .قصص/۸۰

[23] .قلم/۸۰

[24] . نهج الفصاحة مجموعه کلمات قصار حضرت رسول اکرم، ۲۱۸ مخ.

[25] .قرب الاسناد الحدیثة چاپ، ۱۰۹ مخ.

[26] .نهج الفصاحة، ۲۱۷ مخ. هغه مهال چین تر ټولو لرې سیمه پېژندل کېده. په دې حدیث کې سپارښتنه شوې، چې په علم پسې ولاړ شئ، که څه اړ شئ، چې په زرونو فرسخه واټن ووهئ.

[27] . توبه/۱۲۲

[28] .بحارالانوار، لومړی ټوک، ۱۷۷ مخ.

[29] . مائده/ ۳۱. الله په دې آیت، لومړني انسان ته وښوول، چې څنګه دې رور ښخ کړه.

[30] . سیرت جاودانه، دویم ټوک، ۵۵۰ مخ.

[31] .مائده/۴. ددې آیت په پامینوي، یوازې د روزل شویو سپیو ښکار حلال دی، نه د نورو ښکاري ځنارو ښکار؛ هغه هم هغه ښکار، چې رزول شوی سپی ورپسې استول شوی وي او ساتلی یې وي؛ نه داچې ځان ته یې ښکار کړی وي،چې بیا یې خوړل حرام دي.

[32] . بقره/۲۵۹.ددې آیت له مخې، هغه خواړه چې په یوه اونۍ کې ورستېږي، یوه پېړۍ روغ پاتېږي. هر کال ۵۲ اونۍ لري او سل کلونه ۵۲۰۰ اونۍ کېږي؛ یعنې که الله وغواړي، کولای شي د خوړو عمر د خپل طبیعي عمر په پرتله ۵۲۰۰ ګرایه کړي او روغ یې وساتي. اوس کولای شو، دا پوښتنه ځواب کړو، چې څنګه امام مهدي، ۱۲ پېړۍ ژوندی پاتې دی. ۱۲ پېړۍ د انسان د طبیعي عمر ۱۵ ګرایه دی. ۱۵ ګرایه چېرته او ۵۲۰۰ ګرایه چېرته؟!

[33] .انفال/۲۴

[34] .نباتي ژوند: ان الله یحی الارض بعد موتها= الله مړه ځمکه راژوندۍ کوي)) حدید/۱۷)

حیواني ژوند: لمحی الموتی= الله مړي راژوندي کوي)) فصلت/۳۹)

اندیز ژوند: من کانت میتا فاحییناه= هغه چې مړ و، راژوندی مو کړ)) انعام/۱۲۲)

ابدي ژوند: قدمت لحیاتی= [مجرمان په قیامت کې وايي:] کاشکې ننني ژوند ته مې مخکې له مخکې یو څه رااستولي ول)) فجر/۲۴)

[35] .نحل/۹۷

[36] .انفطار/۶ او ۷ آیتونه.

[37] . علق/۳.

[38] الرحمن: ۱-۳

[39] . توبه/۱۲۸ آیت.

[40] .طه/۲

[41] .شعراء/۳

[42] .طه/ ۲۵-۲۸ آیتونه.

[43] .شرح/ لومړی آیت.

[44] .اعراف/۶۶-۶۷

[45] .اعراف/۶۰-۶۱

[46] فرقان/۶۳

[47] .فرقان/۷۲

[48] . نهج البلاغه، صبحي صالح، ۵۰۱ مخ. په کورنیو چارو کې هم پراخه سینې ته خورا اړتیا ده. د حضرت آدم علیه السلام یوه زوی رور ته وویل: ((زه به دې ووژنم)) هغه ورته ځواب ورکړ: ((که ته مې وژلو ته لاس را اوږد کړې، زه به یې ستا پر لوري در اوږد نه کړم)) [مائده/۲۸]

د عمومو خلکو په اړه د عفو او صفح سپارښتنه شوې ده: ((والیعفوا و لیصفحوا))؛ خو د کورودانې په اړه، پر عفو او صفح سربېره، د مغفرت سپارښتنه هم شوې ده. په تغابن سورت/۱۴ آیت کې وايي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ  =مؤمنانو! په حقيقت کې ځينې مېرمنې او اولادونه مو ستاسې دښمنان دي؛ نو ځانونه ترې وساتئ او كه عفوه وکړئ او له گناهونو يې تېر شئ او بدي يې ناليدې وگڼئ ؛ نو تاسې يو الهي چار کړى)؛ ځکه الله تعالى هم ډېر بښونکى او) لورين دى.))

[49]ص/۸۶

[50] . کان رسول الله یاکل کل الاصناف من الطعام و کان یاکل ما احل الله له)) بحارالانوار، ۱۶ ټوک، ۲۴۱ مخ)

[51] . وسائل، دویم ټوک، ۴۷۲ مخ.

[52] . کان رسول الله یحب الرکوب علی الحمار مؤکفا و الا کل عل الحضیض مع العبید و مناولة السائل بیدیه)) بحارالانوار، ۱۶ ټوک، ۲۳۸ مخ)

[53] .منتهی الامال، در بیان اخلاق رسول خدا.

[54] .لکه څنګه چې حضرت موسی علیه السلام وویل: و اخی هارون هو افصح منی لسانا= د رور مې هارون ژبه تر ما پسته ده)). قصص/۳۴

[55] .بحارالانوار، ۴۱ ټوک، ۱۶۱ مخ.

[56] . من طلب العلم لیباهی به العلماء او یماری به السفهاء او یصرف به وجوه الناس الیه فلیتبوا مقعده من النار، ان الرئاسة لا تصلح الا لاهلها)) الکافي، لومړی ټوک، ۴۷ مخ)

[57] .انسان/۹ آیت.

[58] .شعراء/ ۱۰۹ آیت.

[59] . الله خپل استازي ته وايي: ام تسئالهم خرجا فخراج ربک خیر الرازقین= آیا تا ترې [د خپلې بلنې پر وړاندې] کومه لاسباړه غوښتې؟ یا داچې د پالونکي همېشنی ثواب دې غوره دی او غوره روزي ورکونکی دی.)) مؤمنون/۷۲)

[60] .نساء/۶

[61] . لکه څنګه چې کله اړمنو خلکو له ذوالقرنین نه د بند جوړولو غوښتنه وکړه او ورته یې وویل: هل نجعل لک خرجا علی ان تجعل بینا و بینهم سدا=(د سیمې خلكو) وويل : ذوالقرنينه ! ياجوج او ماجوج په دې سيمه كې فساد خپروي؛ نو ايا شونې ده، چې څه لګښت دركړو، چې زموږ او د دوى ترمنځ يو بند [دېوال] جوړ کړې؟))[؛ خو] ذوالقرنين) وويل: [ما مکنی فیه ربی خیر] پالونکي مې چې د کوم څیز وس راکړي ستاسې تر وړانديزه) غوره دی؛)) کهف/۹۴-۹۵)

[62] .انسان/۲۲

[63] .صحیفه سجادیه، ۹۸ مخ. [ژباړن: د امام سجاد د دعاوو دا ټولګه اجرالدین اقبال په پښتو هم ژباړلې ده.]

[64] .بحارالانوار، ۶۷ ټوک، ۲۴۹ مخ.

[65] .حاقه/۲۸-۲۹

[66] .طه/۱۱۴

[67] .نهج الفصاحه/۱۲۶ حدیث.

[68] .ابی بصیر قال سمعت ابا عبدالله یقول: انا لنزاد فی اللیل و لو لم نزد لنفد ما عندنا.)) بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد، لومړی ټوک، ۳۹۵ مخ)

[69] .کهف/۶۳

[70] . په قرآن کریم کې راغلي چې ملاچرګک/هُدهُد مرغۍ حضرت سلیمان علیه السلام ته ورغله او و یې ویل: زما پر داسې چار سر خلاص شوی، چې ستا سر پرې نه خلاصېږي. په لار کې داسې سیمې ته ورسېدم، چې لمرنمانځي وو او پادشاه یې یوه مېرمن وه.)) بیا حضرت سلیمان علیه السلام له دې مرغۍ د هغه سیمې په اړه ځان پوه کړ. نحل:۲۲-۲۴ آیتونه)

[71] . فَلَمَّا جَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِؤُون= چې استازيو يې څرګند دلايل وروړل؛ نو پخپله پوهه يې وياړل او بې له ده يې نور هېڅ ګڼل (؛ خو په هماغه څه عذاب) كې راګېر شول، چې ملنډې یې ورپورې وهلې.)) غافر/۸۳ آیت)

[72] .نجم/۳۰ آیت.

[73] .من لا یحضره الفقیه، څلورم ټوک، ۳۹۵ مخ.

[74] .هود:۸۸ آیت.

[75] . احسن کما احسن الله الیک(قصص/۷۷)

[76] .قال انما اوتیته علی علم عندی( قصص/۷۸)

[77] .یوسف:۶ آیت.

[78] . بقره/۲۸۲

[79] .یوه ناروا خو مشهوره خبره داده، چې وايي : د پښتون یوه خبره وي.)) دا خبره غلطه ده. د پښتون خبره باید حق خبره وي؛ که څو ځل یې کومه خبره کړې وي، یا یې کوم دریځ نیولی وي؛ خو همداچې پوه شو، چې ناسم و؛ نو په مړانه دې منښته وکړي، چې خبره یا منښته یې ناسمه وه. د یوه عالم د سبق په ټولګي کې ناست وم؛ نو همداچې کېناست، لومړی یې دا خبره وکړه: څه مې چې پرون ویلي وو، بېګا چې مې مطالعه وکړه، نو پوه شوم، چې ناسم وو.))

[80]. لاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَا أَتَواْ وَّيُحِبُّونَ أَن يُحْمَدُواْ بِمَا لَمْ يَفْعَلُواْ فَلاَ تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِّنَ الْعَذَابِ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ .آل عمران/۱۸۸ آیت)

[81] . بقره/۶۱

[82] . حجر/۶

[83] .اعراف/۸۲ آیت.

[84] .مستدرک سفینة البحار، پینځم ټوک، ۸۰ مخ.

[85] .کشف الغمه، دویم ټوک، ۳۴۳ مخ.

[86] .بحارالانوار، ۴۵ ټوک، ۱۳۴ مخ.

[87] .یا هشام لو کان فی یدک جوزة و قال الناس فی یدک لوءلوة ما کان ینفعک و انت تعلم انها جوزة و لو کان فی یدک لوءلوة و قال الناس انها جوزة ما ضرک و انت تعلم انها لوءلوة)). تحف العقول.۳۸۶) [ژباړن: د تحف العقول کتاب ښاغلي اجرالدین اقبال په پښتو هم ژباړلی دی.]

[88] .فرقان/۲۰

[89] .مؤمنون/۳۲

[90] .داستان راستان، لومړی ټوک، ۱۲ مخ له کحل البصر، ۶۸ مخ نه په نقل سره.

[91] .بقره/۱۹۹

[92]. قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ = په رښتیا الله د هغې مېرمنې وينا واورېده، چې د خپل مېړه په اړه یې ناندرۍ درسره وهلې او الله ته يې شکایت كاوه او د دې غوښتنه يې ومنله)؛ او الله په خپلې ستونزهوارۍ كې د ښځې ټينګار او) ستاسې د دواړو خبرې اترې اورېدې؛ ځكه) چې هغه ليدونكى اورېدونكى دى. ))

[93] . سنن النبي، علامه طباطبايي [ژباړن: دا کتاب په پښتو هم ژباړل شوی دی.]

[94].حضرت ابراهیم علیه السلام په ځغرده د خپل ټبر دین و راټه او محکوم یې کړ: إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَاذَا تَعْبُدُونَ.أَئِفْكًا آلِهَةً دُونَ اللَّهِ تُرِيدُونَ = چې خپل مورني( پلار يا تره) او قوم ته یې وويل : [دا] څه دي، چې يې نمانځئ؟! آيا د الله پر ځاى په دروغجنو معبودانو پسې ځئ؟! )) (صافات/۸۵-۸۶ آیتونه)

او همداراز له خپلو لارویانو سره یې خپل مشرک ټبر ته وویل : ((إِنَّا بُرَاء مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاء أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ = په رښتینه كې موږ له تاسې او هغه) څه چې د الله پر ځاى نمانځئ، بېزاره يو، ستاسې له دينه منكر يو او زموږ او ستاسې ترمنځ تر هغه چې په يوه الله ايمان راوړئ)) (ممتحنه/۴ آیت)

همداراز الله تعالی، حضرت موسی علیه السلام او هارون ته وویل : و لا تنیا فی ذکری= او زما په یاد [او رسالت کې] ناغېړي مه کوه)) (طه/۴۲) هسې نه د طاغوت ماڼۍ، ځواک او برم دې رامات کړي او د الله له یاده یې غافل کړي.

حضرت موسی علیه السلام د هغه فرعون پر وړاندې چې ویل یې: ((انا ربک الاعلی)) (نازعات/۲۴)، په ځغرده او مړانه ځان د الله استازی معرفي کړ، تر څو ووايي: ته فرعون هم د الله تر واکمنۍ او پالنې لاندې یې. ((إِنِّي رَسُولٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ.حَقِيقٌ عَلَى أَن لاَّ أَقُولَ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقَّ= په رښتيا چې زه د نړۍ پال له لوري یو استازى يم ؛ دا وړ ده، چې د الله په باب به يوازې حق او رښتيا) وايو او ستاسې د پالونكي له لوري مې) څرګند دليل درته راوړى)) اعراف/ ۱۰۴-۱۰۵)

[95] .شعراء/۲۱۴

[96] .زمر/۱۴ او ۱۵ آیتونه.

[97]. د بېلګې په توګه، بې ایمانه وګړیو خیال کاوه، چې یوازې هغه کس پېغمبرېدای شي، چې الهي زېرمې ولري یا یې داسې تمه درلوده، چې د خدای استازی دې خپلې ټولې چارې په غیبي مرستو ترسره کړي. پېغمبر اکرم ته په دې آیت کې دنده ورکول کېږي، چې په ځغرده ددې خلکو د بې ځایه تمو او غلطو اندونو مخه ونیسي او د خپلو دندو او پازوالۍ ولکه ورته وټاکي او ورته ووايي: زما معجزې هم د الهي وحې په چوکاټ کې دي، نه ستاسې د غوښتنو له مخې او پوه شئ! په هرځای کې چې راته وحې وشي، معجزه به کوم، نه په هر ځای او د هغه څه لپاره چې ستاسې ورته زړه شوی وي. قُل لاَّ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَفَلاَ تَتَفَكَّرُون)) (انعام/۵۰)

[98] . له هغوی ځنې:

-یهود د الله خوښ او زامن دي: ((نحن ابناء الله و احباوه)) (مائده:۱۸)

-بې له یهود بل څوک جنت ته نه ننوځي: ((لن یدخل الجنة الا من کان یهود)) (بقره:۱۱۱)

-یهود به یوازې د څو ورځو لپاره د دوزخ په اور کې وي: ((لن تمسنا النار الا ایاما معودة)) (بقره/۸۰)

الله تعالی یې ټولې کږنې انګېرنې رد کړي او وايي: ((قُلْ إِن كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الآَخِرَةُ عِندَ اللّهِ خَالِصَةً مِّن دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُاْ الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ= ورته ووايه: تاسې خو ادعا لرئ) چې الله يوازې موږ ته د آخرت كور ځانګړى كړى؛ نه نورو خلكو ته؛ نو كه رښتيا وايئ؛ نو د مرګ هيلمن شئ )))) (بقره/۹۴ آیت)

[99] .سبا/۲۴

[100] .آل عمران:۷۵ آیت.

[101]. وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لاَ يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلاَّ أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَظُنُّونَ = او ځینې یې داسې عوام او نالوستي دي،چې د الله) كتاب يوازې يو لړ خيالونه او هيلې ګڼي او يوازې يې پر خپلو ګومانونو زړه تړلى دى.))

[102]إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِن بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَـئِكَ يَلعَنُهُمُ اللّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ.إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ وَأَصْلَحُواْ وَبَيَّنُواْ فَأُوْلَـئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ= په حقيقت کې كوم خلك، چې زموږ رانازل شوي څرګند دلايل او لارښوونې په داسې حال كې پټوي، چې په كتاب كې خلكو ته روښانه شوي؛ نو الله او ټول لعنت گر پرې لعنت وايي؛ بې له هغو چې توبه ګار شول او راوګرځېدل) او خپلې بدې كړنې يې پر نېكو كړنو) سمې كړې او پټ كړى حقيقت يې) راڅرګند كړ؛ نو توبه یې منم او زه خو ډېر لورین توبه منوونكی يم .)) بقره/۱۵۹-۱۶۰)

[103] .احزاب/۲۹

[104] . آل عمران/۱۵۹

[105] .کافي، دویم ټوک، ۶۳۹ مخ.

[106] .بحارالانوار، دویم ټوک، ۶۲ مخ.

[107] .احزاب/۴۳

[108]. الَّذِينَ اسْتَجَابُواْ لِلّهِ وَالرَّسُولِ مِن بَعْدِ مَآ أَصَابَهُمُ الْقَرْحُ لِلَّذِينَ أَحْسَنُواْ مِنْهُمْ وَاتَّقَواْ أَجْرٌ عَظِيمٌ = هغوى چې تر ټپي كېدو روسته یې د الله او رسول بلنه ومنله او تر اوسه يې د احد د جګړې ټپونه جوړ شوي نه ول، چې د حمرالااسد)) ډ ګر ته وخوځېدل)؛نو په دوی كې، چې چا نېکي او پرهېزګاري كړې وي، ورته ستر اجر دى . آل عمران/ ۱۷۲ آیت)

[109] . إِلاَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُوْلَـئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ = خو هغوى چې د رښتوني ايمان په رڼا كې يې) زغم وكړ او ښې چارې يې وكړې،چې ورته بښنه او ستر اجر دى.)) هود/۱۱)

[110]. إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ= خبردارى دې ايله هغه ته ګټور دى، چې د قرآن لاروی وي او په پټه له لوراند خدايه وېرېږي؛ نو همده ته د بښنې او ارزښتمنې بدلې زېرى وركړه.)) (یس/۱۱)

[111].(( إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ = په حقيقت كې نېکانو مؤمنانو ته نه پرې کېدونكى [= بې منته] اجر دى.)) (فصلت/۸)

[112] .مجموع ورام، لومړی ټوک، ۲۲۰ مخ.

[113] .عیون الحکم و المواعظ، لیثي.

[114] . عیون الحکم و المواعظ،۱۸۹ مخ.

[115] . بحارالانوار، دویم ټوک، ۳۷ مخ.

[116] .غررالحکم و درر الکلم، ۴۶ مخ.

[117] .المحاسن، لومړی ټوک، ۱۲۰ مخ.

[118] .کافي، لومړی ټوک، ۳۶ مخ.

[119] .عدة الداعی و نجاح الساعی، ۷۸ مخ.

[120] .جهاد، له مفسدانو د ټولنې پاکول دي. امربالمعروف او نهی عن المنکر له سرغړاندو د ټولنه پاکول دي. خمس او زکات له خپلې شتمنۍ د بېوزلیو د مال/برخې پاکول دي.حجاب او عفاف، د عفاف خلاف لیدنو او چارو د ټولنې پاکول دي. د الهي حدودو پلي کول او مجرم ته سزا ورکول، په تېره د خلکو په شتون کې، د کړنو د پاکوالي لامل ګرځي.))

[121] .اعراف/۳۱ آیت.

[122] . په اسلام کې د جامو د سور او تور رنګ نه منع شوې ده.

[123] .آل عمران/ ۱۵۹

[124] .رحمة للعالمین) انبیاء/۱۰۷ آیت.

[125] .توبه/۱۲۸ آیت.

[126] . مرحوم علامه طباطبایي د المیزان تفسیر په شپږم ټوک کې، شاوخوا ۲۷ مخونه د رسول الله خویونو او ژوندود ته ځانګړي کړي دي، چې ځینې یې دلته راوړو:

1.پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله پخپله خپلې پڼې ګڼدلې.2.خپلو جامو ته یې پخپله پیوند ورکاوه.3.مېږه یې پخپله لوشله.4.له مریانو سره یې یوځای خواړه خوړل.5.پر ځمکه کېناسته.6.پر خره سپرېده..حیا یې نه خنډېده، چې په بازار کې خپل اړتیاوې وپېري.8.شتمنو او نشتمنو ته به یې لاس ورکاوه او تر هغه به یې خپل لاس نه راکښوده، چې مقابل لوري نه و اخستی.9.پر کوشني او مشرانو یې سلام کاوه.

 10.که د کومو خوړو ست به ورته وشو؛ نو سپک یې نه ګاڼه، که څه ورسته کجوره به وه.11.کم لګښتی،کریم الطبع او د ښه معاشرت خاوند و.12.تل موسکی و، بې له دې چې په خټ خټ وخاندي.13. بې له دې چې تندی یې تریو وي، تل غمجن و.14.بې له دې چې ځان ذلیل وښيي، تل متواضع و.15.بې اسرافه سخي و.16.په زړه نازک او لوراند و. 17.له چا یې تمه نه درلوده. 18.له کوره د وتو پر مهال یې ځان په هینداره کې کاته، وېښتان یې ږومنځول او ډېری وخت یې دا کار د اوبو پر وړاندې کاوه. 19.د چا په مخ کې یې پښې نه غځولې.20.په دوو چارو کې یې ستونزمنه ټاکله. 21.هېڅکله یې د هغه تېري په پار له چا غچ وانخست، چې پرې شوی و؛ خو داچې کوم الهي حکم تر پښو لاندې شي.22.د خوړو پر مهال یې تکیه نه کوله. 23.سوالګر یې تش لاس نه رخصتاوه او تل یې د اړمنو اړتیاوې پوره کولې.24.لمونځ یې له بشپړتیا سره سره سپک او خطبه یې لنډه وه. 25.خلکو، انحضرت (ص) له خوشبویه پېژانده.26.چې په کور کې یې مېلمه درلود؛ نو تر ټولو لومړی یې خواړه خوړل پیلول او تر ټولو روسته یې پای ته رسول، چې مېلمانه ښه خواړه وخوړای شي.27.په خپل مخ کې یې خواړه خوړل. 28.په درېیو ساه ګانو یې اوبه څښلې.29.یوازې په ښي لاس یې راکړه ورکړه کوله او خواړه یې پرې خوړل.

 30.دعا یې درې ځل کوله؛ خو خبره یې تکراري نه وه.31.د خلکو کور ورننووتو ته یې درې ځل اجازه غوښته.32.خبره یې څرګنده وه او اورېدنې پرې پوهېده. 33.په غونډه کې یې ټولو ناستو ته کتل.34.په موسکا یې خبرې کولې.

[127] . خُلق)) هغو ځانګړنو ته ویل کېږي، چې د انسان په خټه کې اغږل شوي وي؛ نو لنډمهاله کړنو ته خلق نه ویل کېږي.

[128] .قلم/۴ آیت.

[129] .نساء/۷۷ آیت.

[130] . د المیزان تفسیر مفسر.

[131] .شعراء/۲۱۵ آیت.

[132] .بحارالانوار، ۴۷ ټوک، ۴۷ مخ.

[133] .حواریون)) د حواري)) جمع او مسیر بدلوونکي ته وايي. حواریون هغه کسان وو، چې د خلکو کږلاري یې پرېښووله او له حق لار سره یوځای شول. التحقیق فی کلمات القرآن)، هغوی دولس تنه وو او نامې یې په متی انجیل)) او لوقا انجیل)) کې راغلي دي. امام رضا وايي: دوی هغه وګړي وو، چې هم یې ځانونه پاک او راڼه کړي وو او د نورو پاکوالي ته هڅاند وو.)) نمونه تفسیر، چې له عیون اخبار الرضا یې راخستی دی)

[134] .الکافي، لومړی ټوک، ۳۷ مخ.

[135] .شعراء/۸۴ آیت.

[136] .یونس/۱۶

[137] .شرح/۴ آیت

[138] .مؤمنون/۶۹

[139]. ((وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُواْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ = او درياد كړه) چې کله خداى له پېغمبرانو او له لارويانو يې) ټينګه ژمنه واخسته، چې كله مې كتاب او حكمت دركړ او بيا كوم استازى درغى، چې ستاسې د اسماني کتاب پر حقانيت) گواهي ورکونکى وي؛ نو هرومرو پرې ايمان راوړئ او ملاتړ يې وكړئ . بيا خداى) وويل : غاړه مو کېښووله او پردې چار) مو زما ټينګه ژمنه واخسته؟)) ويې ويل : هو) غاړه مو کېښووله .)) خداى ورته) وويل: نو شاهد وسئ او زه هم درسره له شاهدانو ځنې يم .)) (آل عمران/۸۱)

[140]. سَيَقُولُ السُّفَهَاء مِنَ النَّاسِ مَا وَلاَّهُمْ عَن قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُواْ عَلَيْهَا قُل لِّلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ يَهْدِي مَن يَشَاء إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ = ژر به ناپوهان ووايي : څه لامل شو، چې مسلمانان له خپلې مخكېنۍ قبلې بيت‌ المقدس) واوښتل؟!)) ورته) ووايه : ختيځ او لويديځ يوازې د هماغه الله دي، چا ته يې چې خوښه شي او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي .)) (بقره/۱۴۲)

[141] . داچې په پیل کې د مسلمانانو قبله، بیت المقدس و او بیا بدله شوه؛ نو دې چار یو لړ دلیلونه درلودل؛ لکه: په کعبه کې دننه د بوتان شتون او د الله لمانځو او بوتنمانځو د لیکو د جلا کولو اړتیا؛ دې چار ته د اسلام د پېغمبر او اسلامي امت ځانګړول، چې د دوو قبلو پر لوري لمونځ وکړي او د خلکو ازمېینه، چې تر کومه بریده غاړه ایښووونکي دي.

خو مدینې ته د مسلمانانو تر هجرت روسته، داچې د مدینې او کعبې (چې اوس هم پکې بوتان وو) واټن شاوخوا اتیا فرسخ و او نور د کعبې پر لوري درېدل، بوت ته د درناوي په مانا نه شمېرل کېدل او په دې دلیل چې د مدینې یهودو، رسول الله (ص) ته پېغور ورکاوه او ورته یې ویل: قبله دې زموږ قبله ده؛ نو څرګندېږي، چې اصل موږ یو او تاسې په موږ پسې راتلونکي یاست.)) او د بیت المقدس پر لوري لمونځ کول، د پېغمبر اکرم ص) د سپکاوي لامل شوی و؛ نو د الله په حکم، قبله بدله شوه. د قبلې بدلېدو مسله ،د قرآن د دویمې سپارې په لومړیو آیتونو کې اوڅار شوې ده او د هغو آیتونو پر بنسټ، د قبلې بدلېدو علت، د مسلمانانو خپلواکي وه، چې یهود و نه وايي، چې مسلمانان زموږ لارویان دي: لئلا یکون الناس علیکم حجة (بقره/۱۵۰)

[142] .انعام/۱۴۸

[143] . مدثر: ۷ آیت.

[144] .طه/۱۳۲

[145] .ضحی/۶-۱۱ آیتونه.

[146] .فرقان/۲۰آیت.

[147] .سبا/۴۶ آیت.

[148] .طه/۱۱۴ آیت.

[149] .تهذیب الاحکام، ۶ ټوک، ۳۲۹ مخ.

[150] .غررالحکم و دررالکلم، ۷۹۷ مخ.

[151] . لکه څنګه چې قارون ویل: انما اوتیته علی علم عندی)) قصص/۷۸)

[152] لکه څنګه فرعون ویل: الیس لی ملک مصر)) زخرف/ ۵۱ آیت)

[153] . لکه څنګه چې بلغم باعورا ویل: آتیناه آیاتنا فانسلخ منها)) اعراف/۱۷۵)

[154] .لکه څنګه چې حضرت سلیمان وویل: هذا من فضل ربی)) نمل/۴۰ آیت) او حضرت یوسف وویل: )) رب قد آتیتنی من الملک و علمتنی من تاویل الاحادیث.)) یوسف/۱۰۱)

[155] .په عقایدو کې دې دلیل ته برهان نظم وايي. د یوې ودانۍ د اجزاوو ترمنځ همغږي، د یوه کتاب مقالات او یوه لیکلې کرښې یې د جوړونکي او لیکوال پر یووالي غوره دلیل دی. که درې انځورګران یوځای د یوه چرګ انځور جوړوي؛ یو سر، بل یې نس او درېیم یې پښې انځور کړي او بیا له هر انځورګر نه یې، هغه پاڼه واخلو چې انځور یې پر کاږلی دی او یو له بل سره یې یوځای کړو؛ نو سر، نس او پښې به یې سره سر نه خوري. هو ګرانه!په پنځون کې د همغږۍ، توازن، تناسب او دقیق مهالویش شتون یې، د پنځګر پر یووالي تر ټولو غوره او ساده دلیل دی.

[ژباړن: پښتو متل دی: چې قصابان ډېر شي؛ نو غوا مري او په پاړسۍ کې وايي: آشپزان چې ډېر شي؛ نو آش تروه شي]

[156] .نهج البلاغه/ ۴۷ لیک.

[157] .سرګذشت های ویژه، ۲ ټوک، ۶۱ مخ.

[158].الف) وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ= خو كه صبر وكړئ او ځانونه) وساتئ؛ نو په حقيقت کې دا له مهمو، ډاډمنو او همتناکو چارو ځنې دی.)) آل عمران/۱۸۶)   

ب) وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ=هر کړاو زغمه، چې دا له مهمو او همتناکو چارو ځنې دي.)) لقمان/۱۷)

ج) وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ =او څوك چې زغم او بښنه وكړي ؛نو د ټينګې ارادې خاوند دى؛ ځكه) چې دا یې) په چارو كې له ټينګ هوډه را ولاړ شوى) دى.)) شوری/۴۳)

[159]وَمَا يَسْتَوِي الْبَحْرَانِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَائِغٌ شَرَابُهُ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَمِن كُلٍّ تَأْكُلُونَ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُونَ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ فِيهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ=او دا دوه سمندرونه يو ډول نه دي : ددې يوه اوبه خوږې،خوندورې او ښې څښلېږي او د هغه بل مالګينې او تروې دي او له دواړو تازه غوښې خورئ او د اغوستو لپاره ترې ګاڼې راباسئ او پكې بېړۍ ګورئ،چې اوبه څيروي او د مقصد پر لور وړاندې ځي) چې له فضل او لور يې خپله روزي) ولټوئ او ښايي د نعمتونو) پاسلنه يې) وكړئ .)) فاطر/۱۲ آیت)

[160] .یوه حکیم وویل: که انسان وغواړي چې یو کار وکړي؛ نو لار یې پیدا کوي؛ او که نه یې کول غواړي؛ نو پلمه یې پیدا کوي. [ژباړن: پښتو متل: چې یې نه کړې؛ نو پلمې یې ډېرې]

[161]وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُم مَّقَامِي وَتَذْكِيرِي بِآيَاتِ اللّهِ فَعَلَى اللّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُواْ أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءكُمْ ثُمَّ لاَ يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُواْ إِلَيَّ وَلاَ تُنظِرُونِ=د نوح قيصه ورته ولوله، چې خپل قوم ته یې وويل : زما قومه ! كه په تاسې كې زما اوسېدل او د الله په آيتونو نصيحت كول درته سخت او د زغملو وړ نه) وي، څه چې مو له لاسه كېږي، و يې كړئ) ما پر الله توكل كړى دى؛ نو خپل فكر او د خپلو معبودانو قدرت مو راټول كړئ داسې چې) هېڅ شی درځنې پټ پاتي نشي، د خپلو چارو ټول اړخونه وسنجوئ !) بيا زما په باب پرېکړه وکړئ او ژوند مې پاى ته ورسوئ) او يوه شېبه) مهلت مه راكوئ ! ؛خو ددې چارې وس نه لرئ .))) یونس/۷۱) رانقل شوي چې امام حسین په کربلا کې د عاشورا پر ماسپښین دا آیت د کوفه لښکر ته ووایه) موسوعة کلمات الامام)

[162]. حضرت ابراهیم علیه السلام وویل: وَتَاللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَامَكُم بَعْدَ أَن تُوَلُّوا مُدْبِرِينَ=قسم پر الله چې په نشتون کې به مو هرومرو ستاسې د بوتانو څه چاره وكړم! )) )) انبیاء/۵۷)

[163] .بقره/ ۲۸۵

[164] .بحارالانوار، ۱۸ ټوک، ۱۸۲ مخ.

[165] .بحارالانوار، ۴۰ مخ، ۱۵۳ مخ.

[166]. قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ فَلاَ تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنِّي أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ = الله) وويل :نوحه! هغه په حقيقت كې ستا له كورنۍ نه دى [؛ ځکه] هغه ناكاره کړنه ده [ = ښه سړى نه دى]؛ نو پر څه چې نه پوهېږې، رانه یې مه غواړه، په رښتینه کې نصيحت درته كوم،چې هسې نه له ناپوهانو ځنې شې .)))) هود/۴۶ آیت)

[167]. وَلَمَّا أَن جَاءتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ=او چې لوط ته زموږ استازي ورغلل؛ نو په ورتګ يې سخت خپه او زړه تنګى شو، ویې ويل: مه وېرېږه او مه خپه كېږه (؛ځکه) چې موږ تا او ستا كورنۍ ژغورو؛ خو بې له مېرمنې دې، چې په قوم كې دې) له پاتېدونکيو ځنې ده .)) عنکبوت/۳۳ آیت)

[168] تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ.مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ.سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ.وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ.فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِّن مَّسَدٍ=مات شه د ابو لهب دواړه لاسونه او هلاک دې شي! شتمني او لاس ته راوړنې یې ورګټورې نشوې. ژر به غرغنډه اور ته ورننوځي او سوځي به)؛ او خسبه ښځه يې هم). او په غاړه کې به يې د کجورو د پوټکيو ځیږه) رسۍ وي)) (دېرشمه سپاره/ مسد سورت)

[169] .الکافي/ ۲ ټوک، ۶۷۱ مخ.

[170] .انعام/۵۲

[171] .هود/۲۷

[172] .هود/۲۹

[173] .عبس/۱-۲ آیتونه. د اهل سنّتو د روایتونو له مخې، د حضرت عبداللّه بن امّ مکتوم په نامه یو ړوند سړی، د پېغمبر اکرم ص) غونډې ته ورننووت، حال داچې آنحضرت د قریشو له مشرانو؛ لکه ابوجهل او عُتبه سره ناسته درلوده او هغوی یې اسلام ته رابلل، هغه چې ړوند و او په غونډه کې ناست یې نه لیدل، پرلپسې یې له آنحضرت ص) نه غوښتل، چې قرآن ورته ووايي، چې دی یې حفظ کړي؛ نو د آنحضرت (ص) په څېره کې یو ډول خپګان او کراهت راڅرګند شو؛ نو دلته ول، چې د عبس سورت لومړي آیتونه راغلل او آنحضرت یې ورټه.

البتّه تر بحث لاندې په آیتونو کې داسې کوم څرګند دلیل نشته، چې بړوس سړی، پخپله پېغمبر اکرم و او یوازې د اهلسنتو روایتونه یې اوڅاروي؛ خو هغه روایت چې له امام صادق نه رانقل شوی، دا آیتونه د بني امیه د ټبر د یوه سړي په اړه راغلی دی، چې له پېغمبر اکرم سره ناست و او چې ام مکتوم راننووت؛ نو څېره یې بړوسه شوه او مخ یې واړاوه)) المیزان تفسیر)

[174] .قصص/۵۶ آیت.

[175]. فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَـكِنَّ اللّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَـكِنَّ اللّهَ رَمَى وَلِيُبْلِيَ الْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلاء حَسَناً إِنَّ اللّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ = نو تاسې دوى نه دي وژلي؛ بلكې الله وژلي او چې تا ایشتل اى پېغمبره! چې خاورې او شګې دې پرمخ ورشيندلې) نو تا نه دي ایشتلي؛ بلكې الله ایشتل؛ ځکه الله غوښتل مؤمنان له دې لارې ښه وازمېيي، په رښتيا چې الله ډېر پوه اورېدونكى دى.)) (انفال/۱۷)

[176] .توبه/۵۴

[177] .الکافي/۲ ټوک، ۵۸۵ مخ.

[178] . سيدي لعلك عن بابك طردتني، وعن خدمتك نحيتني! أو لعلك رأيتني مستخفا بحقك فأقصيتني! أو لعلك رأيتني معرضا عنك فقليتني! أو لعلك وجدتني في مقام الكاذبين فرفضتني! أو لعلك رأيتني غير شاكر لنعمائك فحرمتني! أو لعلك فقدتني من مجالس العلماء فخذلتني! أو لعلك رأيتني في الغافلين فمن رحمتك آيستني! أو لعلك رأيتني آلف مجالس البطالين فبيني وبينهم خليتني! أو لعلك لم تحب أن تسمع دعائي فباعدتني! أو لعلك بجرمي و جريرتي كافيتني! أو لعلك بقلة حيائي منك جازيتني! ))

[179] .لیکوال: ما د نشاط په اړه یو کتاب لیکلی او ۱۱۰ لاملونو ته مې یې پکې اشاره کړې ده.

[180] .نه یوازې ذات یې؛ بلکې نامه یې هم له هر شریکه سپېڅلې ده: ((سبح اسم ربک الاعلی)) (اعلی/۱ آیت). ان د الله تعالی د نامې ترڅنګ، د حضرت محمد (ص) د نامې راوړل هم منع/ بډن دي. (اثبات الهدی، ۷ ټوک، ۴۸۲ مخ)

[181] .((کل شیء هالک الا وجهه)) (قصص/۸۸)

[182] .رهنما تفسیر

[183] .قال الصادق: کونوا دعاة للناس بغیر السنتکم)) کافي، ۲ ټوک، ۷۸ مخ)

[184] .هود/۸۸.

[185]. ((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا)) (احزاب/۵۶)

[186]. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ. كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ= مؤمنانو! ولې هغه څه وايئ، چې نه يې كوئ؟!دا د الله پر وړاندې ډېره بده خبره ده چې څه ووايئ (؛ خو) نه یې كوئ!)) (صف/۲-۳)

[187] .بقره/۴۴ آیت

[188] .ځینې برکتونه یې دادي:

لومړی؛ د ناوړچاریو وګړیو له لوري، د نهی عن المنکر کول، پخپله همغوی ته یو تلقین دی او لاملېږي، چې پخپله هم هغه ناوړه چار و نه کړي، چې منع ترې کوي.

دویم؛ څوک چې غواړي، امر او نهی یې اغېزمنه ووسي، په زړه کې ننګېري، چې پخپله یې هم باید کوونکي وي، ترڅو نور هم پرې عمل وکړي او ښایي د نورو د عمل کولو په پار، په خپله هم له ناوړچارۍ لاس پر سر شي.

درېیم؛ د ټولنې چاپېریال دې د بیان له آزادۍ برخمن وي، نه له وېرې، زندۍ او چوپتیا، داچې په اسلام کې له بدیو منع، له هغه چا ساقط نه دی، چې په خپله یې ترسره کوونکی دی، ددې لپاره دي، چې د بیان آزادي، پازوالي، دیني غیرت، ټولنه سمونه، ښېګڼو ته زړه سواندي او له ناوړچاریو کرکه او د ټولنې چاپېریال، دیني چاپېریال کړي؛ لکه څنګه چې په هر ښار او کلي کې، د اذان د غږ خپرېدا یې د دیني توب نښه ده. که څه ډېری د اذان په غږ جومات ته نه ورځي او لمونځ ته نه درېږي.

[189] . د بېلګې په توګه، که یو ښووند په کوڅه کې د کیلې پوټکی وویني او په پښه یې څنډې ته کړي، چې څوک پرې ښویې نشي؛ نو زدکړیالان به یې ددې چار په لیدو، نور په کوڅه او واټ کې د کیلې پوټکي نه اچوي یا که مدیر صیب اضافي څراغونه مړه کړي؛ نو کارمندان به هم پوه شي، چې څه خبره ده، همداراز که د هېواد لومړۍ درجه چارواکي، د جوماتو په لومړۍ لیکه کې ودرېږي؛ نو جوماتونه به له خلکو ډک شي او پرعکس، که پېژندل شوې څېرې کومه ناوړچاري وکړي؛ نو نورو ته به هم به د ګناه لار پرانځي. په حدیث کې لولو: د جاهل اویا ګناوې بښل کېږي، مخکې له دې چې د عالم یوه ګناه وبښل شي؛ ځکه عالم په خپله سرغړونه او ګناه، نورو ته د ګناه لار پرانځي.))

[190] .نهج البلاغه، ۴۸۰ مخ.

[191] .بحارالانوار، ۷۱ ټوک، ۱۵۷ مخ.

[192] .احزاب/۳۰-۳۱

[193] .بقره/۳۲

[194] .جن/۲۵

[195] .طه/۲۹-۳۲

[196] .غررالحکم و دررالکلم، ۴۹۹ مخ.

[197] .شورا/۱۳

[198] .انعام/۹۰ آیت

[199] .احزاب/۳۷

[200] .جن/۲ آیت

[201] .بقره/۱۲۰

[202] .دا آيت سره له دې چې د اسلام پېغمبر (ص) ته خطاب دی، د تاریخ په ترڅ کې ټولو مسلمانانو ته هم خطاب دی او دا آیت پېغام لري، چې یهود او نصارا به درځنې کله هم راضي نشي؛ خو داچې له سر تر پښو ورتسلیم شئ او له الهي آرونو او ارزښتونو څنډې ته شئ؛ خو تاسې باید پرېکنده رد ځواب ورکړئ او پوه شئ چې د نېکمرغۍ یوازېنۍ لار، د وحې لار ده، نه د نورو له ځاني غوښتنو د لاروۍ لار. د قبلې تر بدلون روسته، له مسلمانانو، د یهودو ناخوښي نوره هم ډېره شوه او د ځینو مسلمانانو هم خوښه وه، چې قبله دې هماغه بیت المقدس وي، ترڅو یهود او مسلمانان وکولای شي، په الفت او دوستۍ کې ژوند وکړای شي، له دې غافل، چې د کتابیانو رضایت، د پخوانۍ قبلې په پاتېدو لاس ته نه راتله او د هغوی تمه دا وه، چې مسلمانان دې په هر څه کې د هغوی لاروي وي.

[203] . د بېلګه په توګه، کله پوښتي، چې ولې په دیني چارو کې تقلید وکړو؟ ځواب یې دادی، چې تقلید؛ یعنې د چار اړوند کارپوه ته رجوع او متخصص ته رجوع، په ټوله نړۍ کې یو معقول چار دی او ان چې کله د تقلید مراجع هم رنځورېږي؛ نو رنځورپوه ته مراجعه کوي او د طبیب پر سپارښتنو عمل کوي، چې دا هم یو ډول تقلید دی.

کله پوښتني چې موږ عقل لرو؛ نو ولې تقلید وکړو؟ ځواب دادی، چې د انسان عقل، بشپړ نه دی او دلیل یې د انسان پښېماني ده. هر انسان په سلګونو ځل پښېمانېږي او دا زموږ د عقل د نابشپړۍ نښه ده. که زموږ عقل بشپړ و؛ نو پر داسې چار یې لاس نه پورې کاوه، چې روسته پرې پښېمان شي؛ نو داچې عقل نیمګړی دی، د الهي وحې مرستې ته اړمن دی. د انسان عقل د طلا پلورونکیو د تلې په څېر دی؛ تله ده؛ خو یوازې د سرو او سپینو زرو تللو ته ده، نه بل څیز ته!

کله پوښتي: مګر د تقلید مراجع معصوم دي، چې سل په سل کې یې لاروي وشي؟ ورته دې وویل شي: د عصمت او حجت ترمنځ توپیر دی؛ لکه د یوه طبیب په څېر، چې ممکن ناسم درمل درکړي؛ هو د هغه تخصص په پار چې لري یې؛ نو کوم درمل، چې درکوي، خوړل یې درته حجت دي.

[204]. مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ= څوك چې بد كار وكړي؛ نو د خپلو كړنو هومره بدله وركول كېږي او څوك چې نېكې چارې وكړي؛ كه نارينه وي، که ښځينه؛ خو چې ايمان ولري؛ نو همدوی جنت ته ورننوځي (او) هلته بې حسابه روزي)) ورکول کېږي.)) (غافر/۴۰ آیت)

[205] .لکه څنګه چې په بقره/۲۵۴ آیت کې وايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لاَّ بَيْعٌ فِيهِ وَلاَ خُلَّةٌ وَلاَ شَفَاعَةٌ وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ= ايمانوالو! زموږ له درکړې روزۍ (د الله په لار کې) ولګوئ، مخكې تردې، چې داسې ورځ راورسي، چې پكې نه راكړه وركړه (چې د سزا په بدل كې نېكمرغي او ژغورنه وپېرئ) وي او نه (توکیز ملګرتوب او) دوستي او نه سپارښتنه؛ (ځكه تاسې به د شفاعت وړ نه ياست) او پوه شئ) كافران = (گناهګار ناشکره) پخپله ظالمان دي، چې هم پرخپلو ځانونو تېرى كوي اوهم پر نورو) .))

[206] .انفال/۷۲

[207] .نساء/۹۷

[208] .بحارالانوار، ۱۹ ټوک، ۳۵ مخ.

[209] .توبه/۱۲۲

[210] .کهف/۸۴

[211] .کهف/۸۶

[212] .کهف/۹۰

[213] .کهف/۹۳

[214]. وَتَفَقَّدَ الطَّيْرَ فَقَالَ مَا لِيَ لَا أَرَى الْهُدْهُدَ أَمْ كَانَ مِنَ الْغَائِبِينَ.لَأُعَذِّبَنَّهُ عَذَابًا شَدِيدًا أَوْ لَأَذْبَحَنَّهُ أَوْ لَيَأْتِيَنِّي بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ.فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ وَجِئْتُكَ مِن سَبَإٍ بِنَبَإٍ يَقِينٍ= او سلېمان) د مارغانو پلټنه وکړه؛ نو و يې ويل : ولې هُد هُد (ملاچرګک) نه وينم که په ناسوبو كې دى؟! هرومرو به سخته سزا وركړم، يا به يې حلال كړم؛ خو داچې (د خپل غيابت) څه څرګند دليل راوړاندې كړي! )) (نو تر لږ درنګ روسته ملاچرګک راغى او) ويې ويل: له یوه داسې څیزه خبر شوم، چې ته ترې ناخبره یې او د “سبا” (له هېواده) مې یو باوري خبر درته راوړى دى؛)) (نمل/۲۰-۲۲)

[215] .د بېلګې په توګه زده یې کړل، چې خلکو ته د چوپړ شرط یې پېژندل یا د هغوی د قدرپېژندنې او لورنې لیدل نه دي؛ ځکه دا دوه وګړي یوه کلي ته ورغلل او دواړه وږي وو او له خلکو یې د خوړو غوښتنه وکړه (استطعما اهل قریة)؛ خو د کلي خلکو خواړه ور نه کړل (فابوا ان یضیفوهما)؛ خو همدا چې داسې یو دېوال ته ور ورسېدل، چې د راغورځېدو په حال کې دی، حضرت خضر وویل: ((باید دا دېوال جوړ کړم )) او د دېوال په رغونه یې پیل وکړه، سره له دې چې د هغه کلي خلکو نه دوی پېژندل او نه یې خواړه ورکړي ول او نه یې له دوی د دېوال جوړولو غوښتنه کړې وه او نه یې د هغه دېوال تر جوړولو روسته، ترې مننه وکړه.

په دې داستان کې ښوونکي وښوول، چې خلکو ته د چوپړ شرط، د خلکو غوښتنه، مننه او درناوی نه دی؛ بلکې هرمهال مو چې یو چار اړین ولید، که څه، ناپیژاندیو وګړیو ته وي، و یې کړئ، که څه وړیا وي، که څه مننه درځنې ونکړي، که څه غوښتنه درځنې ونکړي او خلکو ته په چوپړ کې مخکې له مخکې شرطونه مه ږدئ. (وګ: د کهف سورت ۶۵-۸۲ آیتونه)

[216] .کهف/۶۶

[217] . او له هغوی ځنې:

په دې لنډ آیت کې د ښووند پر وړاندې د ادب او تواضع بېلابېل ټکي لیدل کېږي؛ لکه:

الف:حضرت موسی، په اجازې غوښتو خپله زدکړیالي پیل کړه. (هَلْ)

ب:ځان یې د خپل ښووند لاروۍ وښوده. (أَتَّبِعُكَ)

ج:حضرت خضر یې خپل ښووند ښوولی دی. (تُعَلِّمَنِ)

د:ځان یې د خپل ښووند د پوهې د یوې برخې زدکړیال وباله. (مِمَّا)

ه:د ښووند پوهه یې په غیبو پورې تړلې وبلله. (عُلِّمْتَ)

و:د استاد ښوونه یې اغېزمنه وبلله. (رُشْدًا)

ز:لکه څنګه چې خدای تاته در زده کړي، ما ته یې هم رازده کړه. (مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا)

ح: د نه سرغړونې ژمنه یې وکړه.(دوه روستي آیتونه) (لَا أَعْصِي لَكَ أَمْرًا)

ط:د ښووند چارې او خبرې یې حکم وګاڼه. (لَا أَعْصِي لَكَ أَمْرًا)

او پوه دې شو، چې د حضرت موسی علیه السلام په څېر اولوالعزم پېغمبرانو هم د علم له زده کړې ډډه نه کوله او چمتو ول، علم زده کړې ته مسافرت وکړي او ستونزې وګالي. علم په یوازې ځان بسیا نه دی؛ بلکې باید د ودې تومنه وي او د انسان نېکچاریو ته ورمخه کړي، خاکسار یې کړي، نه مغرو او شخړه مار. (رسول الله ص) وايي: ((نغوذ بالله من علم لا ینفع)) (بحارالانوار، ۲ ټوک، ۳۲ مخ) همداراز، تر لمانځه روسته په دعاوو او ذکرونو کې راغلي دي : ((اعوذبک… من علم لا ینفع)) (بحارالانوار، ۸۳ ټوک، ۹۴ مخ). ناویلې څرګنده ده، چې وده بېلابېل اړخونه لري؛ عقلي او اندیزه وده، سیاسي وده او جسمي وده.

[218] .المیزان تفسیر

[219] .الرحمن:۱-۲ آیتونه.

[220] .فروع کافي، ۶ ټوک، ۴۳۸ مخ.

[221] .اثنی عشري تفسیر.

[222] .امام صادق ته وویل شول: ((غنم لږ شوي دي)) و یې ویل: ((که خلک غنم نه لري؛ نو موږ دې ولې د غنمو ډوډۍ وخورو؟ غنم او جوار سره ګډ کړئ او وړه یې کړئ.)) ورته وویل شول: ((که حالات خراب شول؛ نو څه به کوو؟)) و یې ویل: ((یوازې سوکړک به خورو.)) ورته وویل شول: ((که تر دې هم حالات خراب شول؛ نو څه به کوو؟)) و یې ویل: ((بیخي به یې نه خورو)) آنحضرت له خلکو سره همدردي او مینه درلوده.

[223] .((و کان رسولا نبیا)) (مریم/۵۱)

[224] . ((و کان یامر اهله بالصلوة)) (مریم/۵۵)

[225] .((قل لازواجک و بناتک=ای پېغمبره! مېرمنو او لوڼو ته ووایه….)) (احزاب/۵۹)

[226] .مریم/۳۱

[227] .الکافي/ ۲ ټوک، ۱۶۵ مخ.

[228] .سباء/۴۶ آیت.

[229] .نهج البلاغه، ۳۱۹ مخ.

[230] .واقعه/ ۲۶ آیت

[231] .اعراف/۳۸

[232] ،صافات/۱۸۱ آیت.

[233] .صافات/۷۹ آيت.

[234] .صافات/۱۲۰ آیت.

[235] . مجادله/۱۱ آیت. «تفسّح»د پراخولو، پراختیا او ځای ورکولو په مانا دی او «انْشُزُوا» د نورو درناوي ته له ځایه ورپاڅېدو ته وايي.

[236] .نمونه تفسیر.

[237] فرقان تفسیر

[238] . ((شُور)) کلمه په آر کې د شاتو په مچۍ د ګل زوخا روولو ته وايي. په سلامشوره کولو هم انسان تر ټولو غوره نظرونه راټولوي. مولانا جلال الدین محمد بلخي وايي: کاین خرده چون مصابیح انور است/ بیست مصباح، از یکی روشن تر است))

[239] .آل عمران/۱۵۹ آیت.

[240] .آل عمران/ ۱۵۹ آیت.

[241] .شوری/۳۸آیت.

[242] .الصلاة عهدالله)) کنزالعمال، ۷ ټوک، ۲۷۹ مخ)

[243] . حضرت ابراهیم علیه السلام، چې د امامت مقام ته ورسېد؛ نو له الله یې وغوښتل، چې دا مقام یې په ځوځات کې هم کېږدي؛ خو الله تعالی ورته وویل: ((امامت، عهدالله دی او ظالمانو ته نه ور رسي.)) (لا ینال عهدی الظالمین)؛ نو چې کله حضرت ابراهیم علیه السلام له هومره ستر مقام سره یې، د امامت په چارو کې لاسوهنه نشي کولای؛ نو د نورو معامله خو څرګنده ده.

 

[244]. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا. يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَن يُطِعْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا = مؤمنانو! (خپل ځانونه د الله له عذابه) وساتئ او سمه روغه خبره كوئ. (چې الله) مو کړنې سمې كړي او (د ګناهونو) پايلې مو دروبښي او چاچې د الله او استازي یې ومنله؛ نو په يقين، ستره بريا يې تر لاسه كړې ده.)) (احزاب/۷۰-۷۱)

[245]. ((وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ=او نېكي او بدي برابر نه دي، بدي) پر غوره چلن نېكۍ) لرې كړه؛ نو ناڅاپه به وګورې) چې څوک دښمني درسره لري، ستاسې د خواخوږي دوست په څېر به وي.)) فصلت/۳۴)

[246] .ډېری چارې په ظاهر کې ساده دي؛ لکه د نوزېږي تی روول، چې ساده چار دی؛ خو پټ برکتونه لري او هغه داچې که وغواړو که و نه غواړو د نوزېږي د بدن ټولې اړتیاوې پوره کوي.

[247] . د ((توصوا)) کلمه دوه اړخیز کار ته کارېږي.

[248] . ((ثُمَّ كانَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَ تَواصَوْا بِالصَّبْرِ وَ تَواصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ)) (بلد/۱۷) په یوه آیت کې د ((توصوا)) کلمې تکرار، یا ټینګار ته دي یا ددې لپاره، چې صبر او لورنه هر یو یې خپلواک حکم وي او د یوه په پرېښوولو سره، د بل د پرېښوولو زمینه نه چمتو کېږي. (راهنما تفسیر)

سره له دې چې د ((آمَنُوا)) ترڅنګ ((و عملوا الصحالحات)) کارېږي؛ خو دلته ((تَواصَوْا بِالصَّبْرِ وَ تَواصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ)) راغلې ده؛ ته وا، دا دوه سپارښتنې، پخپله نېکچاري ده.

[249]. ((فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ وَجِئْتُكَ مِن سَبَإٍ بِنَبَإٍ يَقِينٍ. إِنِّي وَجَدتُّ امْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِن كُلِّ شَيْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ. وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ =نو تر لږ درنګ روسته ملاچرګک راغى (او) ويې ويل: له یوه داسې څیزه خبر شوم، چې ته ترې ناخبره یې او د “سبا” (له هېواده) مې یو باوري خبر درته راوړى دى؛ په حقیقت کې هلته مې يوه ښځه وليده، چې پرې واكمنه ده او له هرڅه برخمنه وه (او په تېره) لوى تخت يې درلود. ما وليده، چې هغې او قوم يې د الله پرځاى لمر ته سجده كوله او شيطان يې كړه وړه ورښايسته كړي وو (؛ نو له سمې) لارې يې اړولې ول؛ نو ځكه یې (حق ته) لار موندلې نه وه.)) (نمل/۲۲-۲۴)

[250]. صحيفه سجاديه، دعا/ 20.

[251]. يوسف: 53.

[252]. أعراف: 179.

[253]. صافات: 13.

[254]. الكافي، ‏۲ ټوک، 639 مخ.

[255]. طه: 42.

[256] . قَالَ أَمِيرُالْمُومِنِينَ: «الْفَقِيهُ كُلُّ الْفَقِيهِ مَنْ‏ لَمْ‏ يُقَنِّطِ النَّاسَ‏ مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ وَ لَمْ يُويِسْهُمْ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ وَ لَمْ يُومِنْهُمْ مِنْ مَكْرِ اللَّهِ.» نهج‏البلاغه، ح 90)))

[257]. أعراف: 128.

[258]. طه: 132.

[259]. نور: 55.

[260].الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسالاتِ اللَّهِ وَ يَخْشَوْنَهُ وَ لا يَخْشَوْنَ‏ أَحَداً إِلَّا اللَّهَ وَ كَفى‏ بِاللَّهِ حَسِيباً= هغوى وو، چې د الله پيغامونه يې رسول (او يوازې) له هغه وېرېدل او بې له الله له بل هېچا نه وېرېدل، هغوی چې پېغامونه رسوي، بې له الله له چا نه وېرېږي))) (أحزاب: 39)

[261] . [261]. قَالَ رَسُولُ اللَّهِ: «إِذَا ظَهَرَتِ الْبِدَعُ فِي أُمَّتِي فَلْيُظْهِرِ الْعَالِمُ‏ عِلْمَهُ‏ فَمَنْ لَمْ يَفْعَلْ فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللَّهِ.» (الكافي، ج‏1، ص54)

[262]. أنعام: 55.

[263]. أنبياء: 57.

[264]. طه: 97.

[265]. مائده: 54.

[266]. تحف العقول، ص 26.

[267]. کافرون: 6.

[268]. بقره: 129؛ آل‏عمران: 164 او جمعه: 2.

[269]. بقره: 269.

[270] . الله چې کله حکیمان رامعرفي کوي، د حکیمېدو لار هم راښيي؛ نو په اسراء سورت ( ۲۲-۳۹ آیتونه) کې ۲۵ ګروهیزې، عملي او اخلاقي احکام وايي او په پای کې رسول الله (ص) ته وايي: دا ټول حکمتونه دي، چې الله در وحې کړل. او دا ګروهیز، عملي او اخلاقي احکام، عملي او نظري حکمت نومېږي.

[271] .بحارالانوار، ۱۴ ټوک، ۳۱۶ مخ.

[272] . بحارالانوار، ۶۷ ټوک، ۴۵۸ مخ.

[273] .نورالثقلین تفسیر، لومړی ټوک، ۲۸۷ مخ.

[274] . د حکمت غوښتنه ده، چې ښوونکي دې خپله دنده له اسانو چارو پیل کړي او سوکه سوکه دې درانه او ستونزمنې زده کړې پیل کړي، له کوشنیو ټولګیو دې یې پیل کړي او بیا دې د ټولګي وګړي ډېر کړي. رسول الله (ص) ته هم لومړی د خپل ځان په اړه دنده ورکړل شوې وه: ((وَ ثِيابَكَ فَطَهِّر)) (مدثر/۴) په بل پړاو کې خپلې کورنۍ ته د ګواښنې دنده ورکړل شوه: ((وَ أَنْذِرْ عَشيرَتَكَ‏ الْأَقْرَبينَ)) (شعراء: 214)، بیا د خپلې سیمې په اړه دنده ورکړل شوه:
((تُنْذِرَ أُمَّ الْقُرى‏ وَ مَنْ حَوْلَها)) (انعام/۹۲) او په پای کې د ټولې نړۍ دنده ورکړل شوه: ((نَذيراً لِلْبَشَر.)) (مدثر: 36).

[275]. آل‏عمران: 191.

[276] وَ قالَتْ طائِفَةٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتابِ آمِنُوا بِالَّذِي أُنْزِلَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَجْهَ‏ النَّهارِ وَ اكْفُرُوا آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ= له كتابيانو يوې ډلې (له يهودو) ويل: [ولاړ شئ او په ظاهره] څه چې پر مؤمنانو [مسلمانانو] نازل شوي، سهار ايمان پرې راوړئ او د ورځې په پاى كې پرې كافر شئ (چې له خپل دينه) راوګرځي؛ ځكه دوى تاسې كتابوال بولي، چې له اسماني زېرمو خبر ياست (او دا دسيسه یې ټکني کولو ته بسیا ده).» آل‏عمران: 72)

[277] . آل‏عمران: 118. «بِطانَة» لاند اغوستن ته وايي، چې په «بَطن» او نس پورې نښلي. دا کلمه د خوالو د محرم ځنې کنایه ده. «خَبال» د فكر و عقل د نابودۍ په مانا دی. «عَنَت» کړاو او خپګان او «يَألُون» په چارو کې لنډون ته وايي.

[278] . نساء: 102

[279] . قلم: 9.

[280] . آل‏عمران: 118.

[281] . بقره: 109.

[282]. آل عمران: 120. كه کومه ښېګڼه درورسي (؛نو) دوى خپه كېږي او كه کومه بده درپېښه شي پرې خوشحالېږي او (كه پر وړاندې یې) له زغم او پرهېزګارۍ كار واخلئ؛ (نو خائنانه) طرحې یې زیان نه دررسوي او په حقيقت کې څه چې كوي، د خداى د پوهې په چاپېريال كې دي.))

[283] . فاطر/23.

[284]. ((…وَ أُوحِيَ إِلَيَّ هذَا الْقُرْآنُ لِأُنْذِرَكُمْ بِهِ وَ مَنْ بَلَغَ= دا قرآن پر ما وحې شوى،چې تاسې او چا ته چې دا (قرآن) ورسېد، پرې خبردار كړم (او د الله د فرمان له مخالفته يې ووېروم) …؛ (انعام: 19)

[285] . عنكبوت/ 50.

[286].))وَ مَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلَا نَفَرَ مِن كُلّ فِرْقَةٍ مّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لّيَتَفَقَّهُواْ فِى الدّينِ وَلِيُنْذِرُواْ قَوْمَهُمْ‏ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ توبه:122)= او دا نه ښايي،چې مؤمنان ټول يومخې (د جهاد ډګر ته) ووځي، ولې یې د وګړيو له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې په مدينه كې پاتې شي) چې (د دين او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه ترلاسه كړي او چې راستانه شي (؛نو) خپل قوم خبر كړي؟! ښايي د پالونكي (د فرمان له مخالفته) ډډه وكړي!))

[287] . مائده: 54.

[288] أحقاف/35)

[289] . أنعام: 34.

[290] . یس:30.

[291] احقاف:35.أَذلِكَ خَيْرٌ نُزُلًا أَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّومِ= ايا دا همېشني جنتي (نعمتونه) غوره مېلمستيا ده، که د زقوم (كركجنه) ونه؟! )) (صافات:62). په دخان، 43 آیت کې وايي: ((إِنَّ شَجَرَةَ الزَّقُّومِ طَعامُ الْأَثِيمِ كَالْمُهْلِ يَغْلِي فِي الْبُطُونِ كَغَلْيِ الْحَمِيمِ= هو ! د زقوم کرکجنه ونه، چې د جهنم په تل کې راټوکېږي)،)).

[292] .صافات/۶۵

[293] . يوسف: 31.

[294] .تکویر/۴

[295]. «ناوړه ګوماني» ډولونه لري، چې ځینې یې خوښ او ځینې یې ناخوښ دي:

الف) پر الله ناوړګوماني؛ لکه څنګه چې په یوه حدیث کې راغلي دي: هغه چې د ژوند لګښت په پار واده نه کوي، په حقیقت کې پر الله ناوړګومانی دی؛ ته وا فکر کوي، چې که یوازې وي؛ نو الله یې د رزق ورکولو وسه لري؛ خو که مېرمن ولري؛ نو الله یې له رزق ورکولو بېوسې دی ». له دې ډول ناوړګومانۍ منع شوي یوو.

ب)پرخلکو ناوړګوماني، چې په حجرات سورت دولسم آیت کې ترې منع شوي یو.

ج)پر ځان ناوړګوماني، چې ستایل شوی چار دی؛ ځکه انسان دې پر ځان ښه ګومان نه کوي او خپلې ټولې چارې دې بې نیمګړتیا نه ګڼي. حضرت علي کرم الله وجهه د متقیانو په ځانګړنو کې په همام خطبه کې وايي: د متقي وګړیو یوه ځانګړنه داده، چې پر ځان ناوړګومانه دي)).

[296]. د‏ «افك» كلمه په لغت کې له حق ځنې باطل ته د ورماتېدو په مانا ده. تورنول هم یو ډول حق پټول او باطل راڅرګندول دي. ځینو مفسرانو د آیت د شأن نزول په اړه ویلي دي: «رسول الله ص) په هر سفر کې خپله یوه کورودانه له ځان سره بوتله. په «بني‌مصطلق» جګړه کې یې ام المؤمنین عايشه بي بي له ځان سره بولته. چې جګړه پای ته ورسېده او خلک مدینې ورستانه شول؛ نو ام المؤمنین عايشه بي بي د اودس یا د خپلې غاړکۍ د ورکو شویو کونجکو پیدا کولو ته له قافلې روسته پاتې شوه. یو صحابي چې هغه هم له قافلې روسته پاتې شوی و، حضرت عايشه یې لښکر ته راورسوله. ځینو وګړیو پر هغه صحابي او حضرت عایشې ناروا تور پورې کړ. دا تور د خلکو غوږونو ته ورسېد. پېغمبر اکرم سخت خپه شو. حضرت عایشه له پلار کره ولاړه، چې دا آیت رانازل شول.» (ابن كثير تفسير) او یو ډله نور مفسران او په تېره د اطیب البیان تفسیر لیکوال، له ډېرو روایتونو او مستندونو په ګټنه ویلي چې دا آیت د ((ماریه قبطیه)) په اړه دی، چې د رسول الله یوه مېرمن ده، چې الله ورته د «ابراهيم» په نامه یو زوی هم ورکړی و، چې په یونیم کلنۍ کې ومړ او رسول الله (ص) یې پر مړینه خورا خواشینی شو.

[297]. ((لَوْ لا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَ الْمُؤْمِناتُ بِأَنْفُسِهِمْ خَيْراً وَ قالُوا هذاإِفْكٌ مُبِينٌ)) (نور:12)= چې دا (تور) یې واورېد؛ نو ولې ايمانوالو نارينه وو او ښځو پر خپلو ځانونو ښه ګومان و نه کړ او ويې نه ويل: دا ښكاره دروغ دي؟!))

[298] . (نهج البلاغة للصبحي صالح)، 526 مخ.

[299] . انعام: 108.

[300]. که د اولاد احساس دا وي، چې پلار یې له یوه اولاد سره ډېره مینه کوي، که څه دا احساس ناسم هم وي؛ خو په کورنیو اړیکو خورا بد اغېز شیندي. والدینو ته بدویني اولادونه، له هغو اولادونو سره کینه کوي، چې موروپلار ورسره ځانګړې مینه لري.

[301]. لکه څنګه چې د ښوونکي د عدالت په برخه کې وویل شول، امام صادق وویل:« كَانَ رَسُولُ اللَّهِ يَقْسِمُ‏ لَحَظَاتِهِ‏ بَيْنَ أَصْحَابِهِ فَيَنْظُرُ إِلَى ذَا وَ يَنْظُرُ إِلَى ذَا بِالسَّوِيَّةِ= رسول الله به خپل لیدل د خپلو اصحابو ترمنځ ویشل او کله به یې ده ته او کله هغه ته کتل.» (الكافي، ج‏2، ص671).

[302]. بقره: 177.

[303].ځکه چې په کهف اصحابو کې د پېښې آریزه موخه دا وه، چې څو پتمنو یوپاليو ځوانانو، چې په خپله سیمه کې خپل دین په خطر کې ولید؛ نو د خپلې سیمې له خیر او د ښار له هوساینې تېر شول او چمتو شول، چې په یوه سمڅمه کې خورا ساده ژوند ومني؛ خو په فاسده او ورسته ټولنه کې هضم نشي.

[304]. په قرآن کریم کې هم لولو، چې حضرت موسی او خضر یو کلي ته ورغلل او له خلکو یې خواړه وغوښتل؛ خو خلکو ورنکړل؛ خو سره له دې، حضرت خضر چې په هغه سیمه کې دېوال ولید، چې رانړېږي؛ نو بې له کومې تمې یې هغه دېوال ورغاوه او و یې ویل: «په دېوال رغاونه کې یو مهم مصلحت نغښتی دی، چې د خلکو بې مهري دې موږ له هغه مصلحته و نه ژغوري. د خلکو هغه بې غیرتي د د ېوال رغاونې د مصحلت پر وړاندې یو فرعي مصلحت دی او کوم وګړیز چار دې موږ له خپلې دندې ترسره کولو و نه ژغوري.» یا داچې کله حضرت موسی (ع) له طور غره راستون شو، چې د سامري په څېر یو هنرمند، په زرین خوسکي خلک کږلاري کړي دي، له ډېرې غوسې یې تورات کېښود او خپل رور هارون یې له ګرېوانه راونیو او و یې راټه، چې ولې، ددې کږلارۍ پر وړاندې چوپ پاتې شوی دی. حضرت هارون علیه السلام وويل: «وېره مې درلوده، چې ته راشې او راته ووایې، چې ستا انقلابي چلن د درز لامل شوی دی: ((انی خشیت ان تقول فرقت بنی اسرائیل))؛ تشخیص مې و،چې یووالي ساتنې ته، په ټولنه کې درز نشي.

 

[305]. د بېلګې په توګه،د قرآن کریم د: ((یسئلونک عن الانفال)) او د «انفال» او خپل ځوځات ته د طبیعي منابعو د ساتنې د ارزښت د ښوونې پر ځای نابسټیز او نامهم مفاهیم؛ لکه « العصفور طار»؛ یعنې مرغۍ والوته، په خپلو کتابونوکې راوړو.

[306]. ((وَ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِداً ضِراراً وَ كُفْراً وَ تَفْرِيقاً بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَ إِرْصاداً لِمَنْ حارَبَ اللَّهَ وَ رَسُولَهُ مِنْ قَبْلُ وَ لَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنا إِلَّا الْحُسْنى‏ وَ اللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكاذِبُونَ (توبه: 107)= او يوې بلې ډلې (یې) يو جومات جوړ كړ، (چې مسلمانانو ته) زيان ورسوي او كفر غښتلى) كړي او په مؤمنانو كې بېلتون او درز واچوي او هغه چا ته څارځى وي،چې تر دې مخكې يې د الله او استازي پر خلاف یې په جګړې لاس پورې كړی او [اوس] سخت قسمونه خوري،چې: موږ خو د ښېګڼې (چوپړ) په نيت دا جومات جوړ كړى دى) ))؛ خو الله شاهدي وركوي،چې دوى بيخي دروغجن دي.))

 آيت د ضرار جومات کیسې ته اشاره لري، چې منافقانو د کمزوریو، رنځورانو او باراني ورځو په پلمه، د قبا جومات پر وړاندې جوړ کړ، چې په واقع کې خپلو راټولېدو ته یې یوه هډه وه او تبوک جګړې ته د پېغمبر اکرم د تګ پر مهال یې وویل، چې هلته لمونځ وکړي او جومات دې پرانځي. له تبوک نه چې رسول الله ص) راستون شو، آیت راغی او د منافقون شوم نیت یې لوڅ کړ. رسول الله (ص) د جومات د سوځولو حکم وکړ او هلته یې ډېران جوړ کړ. (مجمع‏البيان، المنار او نورالثقلين تفاسير) د ځینو روایتونو له مخې، په مدینه کې ضرار جومات د ابوعامر په حکم جوړ شو؛ هغه د حضرت حنظله غسيل الملائكه پلار و او یو مسیحی عابد و او په خزرج ټبر کې یې نفوذ درلود. د رسول الله (ص) په هجرت او د اسلام په پراختیا او نفوذ، هغه له رسول الله (ص) سره مخالفت پیل کړ او په احد جګړه کې یې منافقانه ونډه درلوده. آخر هم مکې ته وتښتېد، له هلته نه روم ته ولاړ او له روم پاچا یې د اسلام راپرځولو ته مرسته وغوښته. هېښنده خو داده، چې هغه د منافقانو ډلمشر او زوی یې حضرت حنظله، پر رسول الله میېن و او شهید شو! (نمونه تفسير) هغوی په ضرار جومات کې، لمانځه ته د رسول الله په  وربلنه، درې چارې اوڅار کړې: له جماعت لمانځه سره مینه، له کمزوریو او بېوسیو سره مینه او له رهبر او لمانځه سره یې مینه، چې درې واړه یې منافقانه وې. منافقان تل همداسې وو؛ د حضرت موسی علیه السلام پر و ړاندې سامري دسیسه وکړه، د نبوي جومات پر وړاندې اموي جومات جوړوي او د علي پر وړاندې، قرآن پر نېزو کوي؛ لکه څنګه چې یې د سامري خوسکی وسوځاوه، د منافقانو جومات یې هم وسوځاوه، چې تاریخ ته زده کړه شي. په کوفه او شام کې یې هم پر امام حسین د یزید د بري په پار جوماتونه جوړ کړل، چې امامانو ورته معلونه جوماتونه ویل!

[307]. ((قُلْ هُوَ الْقادِرُ عَلى‏ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذاباً مِنْ فَوْقِكُمْ أَوْ مِنْ تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ‏ أَوْ يَلْبِسَكُمْ‏ شِيَعاً وَ يُذِيقَ بَعْضَكُمْ بَأْسَ بَعْضٍ انْظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآياتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ= ووايه : ((په وسه یې ده،چې پر تاسې له پاسه کوم عذاب راښکته او يا يې تر پښو لاندې درباندې راپورته کړي يا پر خپرو ورو ډلو مو وويشي او پر يوې ډلې د بلې (ډلې) د جګړې (او اختلاف) خوند وڅكي .)) وګوره موږ خپل راز راز آيتونه وړاندې كوو! چې ښايي په ژوره توگه وپوهېږي (او سمې لارې ته راوګرځي.))) (انعام: 65)

[308] . طه: 51.

[309] . طه: 52.

[310]. «عَنْ أَبِي عَبْدِ اللَّهِ ع قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِn يَقْسِمُ‏ لَحَظَاتِهِ‏ بَيْنَ أَصْحَابِهِ فَيَنْظُرُ إِلَى ذَا وَ يَنْظُرُ إِلَى ذَا بِالسَّوِيَّة.» الكافي ط – الإسلامية)،ټوک:‏2،مخ:671).

[311]. «كَانَ النَّبِىُّ(ص): يُصَافِحُ الْغَنِىَّ وَ الْفَقِير وَ الصَّغِيرِ وَ الْكَبِيرِ».( إرشاد القلوب إلى الصواب للديلمي، ټ:‏1،مخ:115).

[312] . غاشیه: 22.

[313]. «جبار» هم د جبرانوونکي په مانا دی، چې د الله یوه نامه او ځانګړنه ده، «الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ»(حشر/ 23) او هم د یرغل له مخې پر نورو اجبار او سلطه ده، چې یوه رټلې ځانګړنه ده او منع شوي ترې یو.«ما أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِجَبَّارٍ».

[314] . ق: 45.

[315] . أنعام: 66.

[316] . يونس: 99.

[317] . كهف: 29.

[318].))ما أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِجَبَّارٍ(( )ق:45)= او دا ستا پازوالي نه ده، چې په زوره ايمان) پرې راوړې)) ))ما عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلاغُ )مائده:99)= پر استازي يوازې د )الهي) پېغام رسونې پازوالي ده))،((لا إِكْراهَ فِي الدِّينِ؛ بقره: ۲۵۶)= (په دين منلو) كې زور او اړ ايستل نشته))

[319]. و روي عن النبي ص) أنه قال‏ من سئل عن علم يعلمه ثم كتمه ألجمه الله تعالي يوم القيامة بلجام من نار (مجموعه‏ورام، 2ټوک، 7 مخ.)

[320] . بقره: 102.

[321] – امام کاظم تر مازیګر لمانځه روسته په دعاوو کې ویل:«…اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ نَفْسٍ لَا تَشْبَعُ‏ وَ مِنْ قَلْبٍ لَا يَخْشَعُ وَ مِنْ‏ عِلْمٍ‏ لَا يَنْفَعُ‏ وَ مِنْ دُعَاءٍ لَا يُسْمَع‏…» (مصباح المتهجد و سلاح المتعبد، ټوک:‏1، مخ: 75.)

حضرت علي کرم الله وجهه په متقین خطبه کې د متقینو یوه ځانګړنه دا ګڼلې، چې غوږونه یې یوازې ګټورې پوهې ته وي: «وَ وَقَفُوا أَسْمَاعَهُمْ عَلَي الْعِلْمِ النَّافِعِ لَهُمْ‏ .(نهج‏البلاغه، خطبه: 193)

[322] . كهف: 66.

[323]. قرآن د کهف اصحابو په اړه وايي: څو یوپالي پتمن ځوانان، ددې لپاره چې په ټولنه کې هضم نشي، چمتو شول هجرت وکړي، د ښار له هوساینې تېر شي او سمڅمېشتي شي؛ خو چې اند یې خوندي شي. ارزښت د هغوی په اندنه کې دی، که پینځه وي که ډېر یا لږ.

 

[324] . نساء: 141.

[325]. ((وَ لا تَرْكَنُوا إِلَى‏ الَّذِينَ‏ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَ ما لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِياءَ ثُمَّ لا تُنْصَرُونَ هود: 113)= او د ظالمانو پر لور مه وركږيږئ، چې اور به مو راښکېل کړي او په دې حال كې به بې له “الله”ستاسې ملاتړ نه وي، بيا به مرسته درسره نه کړای شي. ))

[326]. درې نور ځایونه یې:

الف) كه شرك دې وكړ(؛ نو ټولې) كړنې دې تباه كېږي: ((لئن اشرکت لیحبطن عملک)) (زمر: 65).

ب) په وحې کې لاسوهنه: ((لَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنا بَعْضَ‏ الْأَقاوِيلِ‏ لَأَخَذْنا مِنْهُ بِالْيَمِينِ ثُمَّ لَقَطَعْنا مِنْهُ الْوَتِينَ)) (حاقّه: 44- 46)= او كه له ځانه یې څه خبرې راپسې جوړې کړې وای، هرومرو په زور مو نيوه، بيا به مو ښهرګ يې ترې پرې کړى واى!))

 ج) د ځایناستي معرفي کول: ((و إن لم تفعل فما بلغت رسالته (مائده: 67)= او كه داسې و نه کړې؛ نو د ده پيغام دې نه دى رسولى))

[327]. ((وَ لَوْ لا أَنْ ثَبَّتْناكَ لَقَدْ كِدْتَ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئاً قَلِيلًا * إِذاً لَأَذَقْناكَ ضِعْفَ الْحَياةِ وَ ضِعْفَ الْمَماتِ ثُمَّ لا تَجِدُ لَكَ عَلَيْنا نَصِيراً))

 

[328] . کهف: 51.

[329] . توبه: 17.

[330] . توبه: 48.

[331]. «أَوْحَى اللَّهُ -عَزَّ وَ جَلَّ -إِلَى نَبِيٍّ مِنْ أَنْبِيَائِهِ: قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ لَا تَلْبَسُوا لِبَاسَ أَعْدَائِي وَ لَا تَطْعَمُوا طَعَامَ أَعْدَائِي وَ لَا تَسْلُكُوا مَسَالِكَ أَعْدَائِي فَتَكُونُوا أَعْدَائِي كَمَا هُمْ أَعْدَائِي‏» (علل الشرایع، ج2، ص348).

[332] . آل عمران: 139.

[333] . مطففین:1.

[334] . همزه:1.

[335] . بقره: 79.

[336]. د«يَكْسِبُونَ» فعل په پامنیوي، چې پر استمرار دلالت کوي.

[337]. «و رجلٌ‏ مَلِقٌ‏: يُعطى بلسانه ما ليسَ فى قلبه.» (الصحاح، ‏4 ټوک، 1556 مخ).

[338]. «الثناء باكثر مَلِقٌ و باقل عىّ و حسد.» (نهج‏البلاغه، حكمت: 347).

[339]. د بېلګې په توګه: ((وَ قالَ مُوسى‏ إِنْ‏ تَكْفُرُوا أَنْتُمْ‏ وَ مَنْ فِي الْأَرْضِ جَمِيعاً فَإِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ حَمِيدٌ= او موسى (بني اسراييلو ته) وويل: كه تاسې او ځمكمېشتي ټول كافران شئ؛ نو الله ته زيان نه وررسي(؛ ځكه) الله مړه خوا ستايل شوى دى .)) (إبراهيم:8)

وَ مَنْ شَكَرَ فَإِنَّما يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَ مَنْ‏ كَفَرَ فَإِنَ‏ رَبِّي‏ غَنِيٌ‏ كَرِيمٌ = څوك چې شكر كوي؛ نو په خپله ګټه يې شكر كړى او څوك چې ناشكري كوي ؛نو په خپل زيان يې كوي (او پوه دې شي) چې پالونكى مې هغه سخاوت والا دی چې (د بندګانو له منندوینې) بې پروا دی .)) نمل:40)

[340]. محمد: 38. له دې آیته په ګټنه ویلای شو، چې په روزنیزو کړنلارو کې باید یو لړ پړاوونه ووهو:

الف)مخاطب ته خبرداری: «ها أَنْتُمْ»

ب) غوښتنه او بلنه: «تُدْعَوْنَ‏»

ج) مخونه او استدلال: «مَنْ يَبْخَلْ فَإِنَّما يَبْخَلُ عَنْ نَفْسِهِ»

د) تكرار او پرېکندتوب: «وَ اللَّهُ الْغَنِيُّ وَ أَنْتُمُ الْفُقَراءُ»

ه) غاړه خلاصوونه او ګواښنه: «وَ إِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ‏»

[341]. رعد: 24.

[342] . شعراء: 84.

[343] . انفال: 48.

[344]. قَالَ رَسُولُ اللَّهِ : «لا يَكْذِبُ الْكَاذِبُ إِلا مِنْ مَهَانَةِ نَفْسِهِ‏؛ دروغجن، دروغ نه وايي؛ خو د نفس پرېوتي یې. پرېوتي د دروغ ویلو لاملېږي » (اختصاص مفيد، 232 مخ).

[345]. قَالَ رَسُولُ اللَّهِ: «إِذَا مُدِحَ الْفَاجِرُ اهْتَزَّ الْعَرْشُ وَ غَضِبَ الرَّبُ»‏ (تحف‏العقول، 46 مخ).

[346]. وَ عَنِ النَّبِيِّ:‏ «لَيْسَ مِنْ أَخْلَاقِ الْمُؤْمِنِ الْمَلَقُ‏ إِلَّا فِي طَلَبِ‏ الْعِلْمِ»‏. (بحار الأنوار ط – بيروت)، ‏2 ټوک، 45 مخ).

[347] . آل عمران: 188.

[348] – قَالَ أَمِيرُ الْمُومِنِينَ: إِيَّاكَ وَ الاعْجَابَ بِنَفْسِكَ وَ الثِّقَةَ بِمَا يُعْجِبُكَ مِنْهَا وَ حُبَّ الاطْرَاءِ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ أَوْثَقِ فُرَصِ الشَّيْطَانِ فِي نَفْسِهِ لِيَمْحَقَ مَا يَكُونُ مِنْ إِحْسَانِ الْمُحْسِنِ‏ (تحف العقول، النص، 147 مخ.)

[349] . مجادله: 8.

[350]. وَ مَدَحَهُ قَوْمٌ فِي وَجْهِهِ فَقَالَ أَمِيرُ الْمُومِنِينَ: «اللَّهُمَّ! إِنَّكَ أَعْلَمُ بِي مِنْ نَفْسِي وَ أَنَا أَعْلَمُ بِنَفْسِي مِنْهُمْ اللَّهُمَّ! اجْعَلْنَا خَيْراً مِمَّا يَظُنُّونَ وَ اغْفِرْ لَنَا مَا لا يَعْلَمُونَ.»‏ (نهج‏البلاغه، حكمت 100).

[351]. «أَقْبِلْ عَلَي شَأْنِكَ فَإِنَّ كَثْرَةَ الْمَلَقِ يَهْجُمُ عَلَي الظِّنَّةِ وَ إِذَا حَلَلْتَ مِنْ أَخِيكَ فِي مَحَلِّ الثِّقَةِ فَاعْدِلْ عَنِ الْمَلَقِ إِلَي حُسْنِ النِّيَّةِ» (بحارالانوار، ټ: 70، مخ: 295).

[352]. «احثوا فى وجوه المدّاحين التراب». (بحار، ټ:73، مخ:294).

[353]. «اذا مُدِحَ الفاجر اهتزَّ العرش و غضب الرب.» (بحار،ټ:77، مخ:152).

[354]. كشف‏الغمة، ج 2، ص 308.

[355]. غوړه مالي ډېرې انګېزې لري، چې تر ټولو مهم یې له الهي ځواک او پېرزوینو غفلت دی. هغه چې له خپل پنځګر او پېرزوینو یې غافل شي؛ نو د مخلوق په غوړه مالۍ به بوخت شي: ځینې وګړي د مال او مقام لاس ته راوړو ته په غوړه مالۍ لاس پورې کوي، ځینې له ځینو خطرونو ځان ژغورولو ته غوړه مالي کوي او هغوی چې په غوړه ماله ټولنه کې روزل شوي وي، د هر چا پرناحقه ستاینه کوي، چې ددې ډول وګړیو مثال، د هغه لنګ دی، چې هره شېبه یې د یوه چا عورت پټ کړی وي.

[356]. د همدې کتاب په «اعتماد به نفس» برخه کې مو یو حدیث رانقل کړی، چې امام کاظم، هشام ته وايي: «يَا هِشَامُ لَوْ كَانَ فِي يَدِكَ‏ جَوْزَةٌ وَ قَالَ‏ النَّاسُ‏ فِي يَدِكَ‏ لُؤْلُؤَةٌ مَا كَانَ يَنْفَعُكَ وَ أَنْتَ تَعْلَمُ أَنَّهَا جَوْزَةٌ وَ لَوْ كَانَ فِي يَدِكَ لُؤْلُؤَةٌ وَ قَالَ‏ النَّاسُ‏ إِنَّهَا جَوْزَةٌ مَا ضَرَّكَ وَ أَنْتَ تَعْلَمُ أَنَّهَا لُؤْلُؤَةٌ؛ اى هشام! که په لاس کې دې یو غوز وي؛ خو که خلک ووايي، چې ملغلره ده؛ نو تاته څه ګټه نلري؛ ځکه پخپله پوهېږې، چې غوز دی او که په لاس کې دې ملغلره وي او خلک ووايي، چې غوز دی؛ نو تاته یې تاوان نه در رسي؛ ځکه پخپله پوهېږې،چې ملغلره ده.» (تحف العقول، النص، 386 مخ).

[357] . بقره: 121.

[358] . آل عمران: 102.

[359] . حج: 78.