بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ پرله پسې ۹ مه برخه ۵۶۱-ورین تندیتوب، ړومبۍ ګټه ده. ۵۶۲-عفوه د ښېګڼو سرتاج دی. ۵۶۳-نېکي، غوره نعمتونه دي. ۵۶۴-عاجزي، فضایل او ارزښتونه پرېمانوي. ۵۶۵-تکبر، د پستۍ او رذالت ښکارندوی دی. ۵۶۶- پېښې له خطر سره مل دي. ۵۶۷- […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
غررالحکم
د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ
پرله پسې ۹ مه برخه
۵۶۱-ورین تندیتوب، ړومبۍ ګټه ده.
۵۶۲-عفوه د ښېګڼو سرتاج دی.
۵۶۳-نېکي، غوره نعمتونه دي.
۵۶۴-عاجزي، فضایل او ارزښتونه پرېمانوي.
۵۶۵-تکبر، د پستۍ او رذالت ښکارندوی دی.
۵۶۶- پېښې له خطر سره مل دي.
۵۶۷- مخالفت، څرګنده سرغړونه ده.
۵۶۸-ژبه، د عقل ژباړنه ده.
۵۶۹-پاکي، د سپېڅلتیا پیلامه ده.
۵۷۰-مېلمستیا، د مړانې څوکه ده.
۵۷۱-پاکلمني، غوره پتمني ده.
۵۷۲-کینه، غم زېږې ده.
۵۷۳-بدي، د هلاکت نښه ده.
۵۷۴-صبر، کړاوو او مصیبت اسانوي.
۵۷۵-ادب او ښه چلن؛ نوې ګاڼې دي.
۵۷۶-ژوند، شمېرل شوې ساګانې دي.
۵۷۷-پوهه، د عقل مشال دی.
۵۷۸- سمچاري، مزبوت چار دی.
۵۷۹-(د الله تعالی) معرفت، د زړه رڼا ده.
۵۸۰-توفیق، د پالونکي د پېرزوینو یوه جذبه ده.
۵۸۱-توحید او د الله تعالی پر ایکي یو توب منښته، زړه ژوندی کوي.
۵۸۲-د الله تعالی یاد، د مینې کونجي ده.
۵۸۳-معرفت؛ پاکي او سپېڅلتیا ده.
۵۸۴-شریعت، د ځان روزنه او ریاضت دی.
۵۸۵-توکل، د حکمت کلا ده.
۵۸۶-بریا او توفیق، ړومبی نعمت دی.
۵۸۷-چوپتیا، د اند جنت دی.
۵۸۸-کینه، د بدۍ تخم دی.
۵۸۹-حق، تېره توره ده.
۵۹۰-باطل، ټګیجن غرور دی.
۵۹۱-زهد، ګټوره سوداګري ده.
۵۹۲-ښې چارې، اوچته پرهېزګاري ده.
۵۹۳-دروغ، رسوا کوونکې نیمګړتیا ده.
۵۹۴-ایمان، بریمن ملاتړ دی.
۵۹۵-نېکي، سمونپالي ده.
۵۹۶-ځانمني، د ناپوهۍ دلیل دی.
۵۹۷-قناعت، د تنګلاسۍ مرستندوی دی.
۵۹۸-کینه، د بدیو څوکه ده.
۵۹۹-کبر، خورا ناوړه عیب او نیمګړتیا ده.
۶۰۰-بې پتي، روري له منځه وړي.
۶۰۱-پتمني، د صفا او مینې نښه ده.
۶۰۲-له حق مخ اړوونکی او خاین، یو رنګ دي.
۶۰۳-منځلاري، نیم ژوند دی.
۶۰۴-تدبیر او چاره سنجونه، په ژوند کې نیمه مرسته ده.
۶۰۵-پاکلمني، غوره خوی دی.
۶۰۶-ورکړه، د نعمت کان دی.
۶۰۷-پستي او رذالت، د بدیو بنسټ دی.
۶۰۸-انصاف، د اشرافو خوی دی.
۶۰۹-شرم و حیا، له پاکلمنۍ سره مله ده.
۶۱۰-زړورتوب، نغد عزت دی.
۶۱۱-ډار، ښکاره ذلت دی.
۶۱۲-شتمني، د ګناهکارانو ځواک دی.
۶۱۳-ګناه کول، د کافرانو خوی دی.
۶۱۴-شتمني، د شهوتونو جرړه ده.
۶۱۵-دنیا، د کړاوونو ځای دی.
۶۱۶-شتمني، د هیلو ځواکمني ده.
۶۱۷-مرګ، هیلې تښتوي.
۶۱۸-عقلمن، د کمال په لټه کې دی.
۶۱۹-ناپوه او بې عقله، شتمني غواړي.
۶۲۰-هیله، له ړوندوالي سره ملګرې ده.
۶۲۱-آزار او ځورونه، دښمني راوړي.
۶۲۲- په کړاو پسې سوکالي ده.
۶۲۳-هیلې، د شیطان ښکارځایونه دي.
۶۲۴-عدالت، د واکمن ښوالی دی.
۶۲۵-عفوه، غوره ښېګڼه ده.
۶۲۶-ورکړه، د هرې شونتیا جرړه ده.
۶۲۷-عذر غوښتنه، ګواښنګرې ناصح ده.
-
ټیګونه:
- اقوال حضرت علی (ک) پشتو
- اوچته پرهېزګاري ده. ۵۹۳-دروغ
- بریمن ملاتړ دی. ۵۹۵-نېکي
- پشتو اقوال حضرت علی (ک)
- پشتو غرر الحکم
- په ژوند کې نیمه مرسته ده. ۶۰۵-پاکلمني
- ترجمه پشتو غررالحکم
- تېره توره ده. ۵۹۰-باطل
- ټګیجن غرور دی. ۵۹۱-زهد
- حضرت علی (ک) ویناوی : ۵۶۱-ورین تندیتوب
- خورا ناوړه عیب او نیمګړتیا ده. ۶۰۰-بې پتي
- څرګنده سرغړونه ده. ۵۶۸-ژبه
- د اشرافو خوی دی. ۶۰۹-شرم و حیا
- د اند جنت دی. ۵۸۸-کینه
- د بدیو بنسټ دی. ۶۰۸-انصاف
- د بدیو څوکه ده. ۵۹۹-کبر
- د بدۍ تخم دی. ۵۸۹-حق
- د پالونکي د پېرزوینو یوه جذبه ده. ۵۸۱-توحید او د الله تعالی پر ایکي یو توب منښته
- د پستۍ او رذالت ښکارندوی دی. ۵۶۶- پېښې له خطر سره مل دي. ۵۶۷- مخالفت
- د تنګلاسۍ مرستندوی دی. ۵۹۸-کینه
- د حضرت علی (ک) اقوال
- د حضرت علی کرم الله وجهه ویناوی
- د حکمت کلا ده. ۵۸۶-بریا او توفیق
- د ځان روزنه او ریاضت دی. ۵۸۵-توکل
- د زړه رڼا ده. ۵۸۰-توفیق
- د سپېڅلتیا پیلامه ده. ۵۷۰-مېلمستیا
- د شهوتونو جرړه ده. ۶۱۵-دنیا
- د شیطان ښکارځایونه دي. ۶۲۴-عدالت
- د صفا او مینې نښه ده. ۶۰۲-له حق مخ اړوونکی او خاین
- د عقل ژباړنه ده. ۵۶۹-پاکي
- د عقل مشال دی. ۵۷۸- سمچاري
- د کافرانو خوی دی. ۶۱۴-شتمني
- د کړاوونو ځای دی. ۶۱۶-شتمني
- د کمال په لټه کې دی. ۶۱۹-ناپوه او بې عقله
- د ګناهکارانو ځواک دی. ۶۱۳-ګناه کول
- د مړانې څوکه ده. ۵۷۱-پاکلمني
- د مینې کونجي ده. ۵۸۳-معرفت؛ پاکي او سپېڅلتیا ده. ۵۸۴-شریعت
- د ناپوهۍ دلیل دی. ۵۹۷-قناعت
- د نعمت کان دی. ۶۰۷-پستي او رذالت
- د هرې شونتیا جرړه ده. ۶۲۷-عذر غوښتنه
- د هلاکت نښه ده. ۵۷۴-صبر
- د هیلو ځواکمني ده. ۶۱۷-مرګ
- د واکمن ښوالی دی. ۶۲۵-عفوه
- دښمني راوړي. ۶۲۲- په کړاو پسې سوکالي ده. ۶۲۳-هیلې
- رسوا کوونکې نیمګړتیا ده. ۵۹۴-ایمان
- روري له منځه وړي. ۶۰۱-پتمني
- زړه ژوندی کوي. ۵۸۲-د الله تعالی یاد
- ړومبی نعمت دی. ۵۸۷-چوپتیا
- ړومبۍ ګټه ده. ۵۶۲-عفوه د ښېګڼو سرتاج دی. ۵۶۳-نېکي
- سمونپالي ده. ۵۹۶-ځانمني
- شتمني غواړي. ۶۲۰-هیله
- شمېرل شوې ساګانې دي. ۵۷۷-پوهه
- ښکاره ذلت دی. ۶۱۲-شتمني
- غم زېږې ده. ۵۷۳-بدي
- غوره پتمني ده. ۵۷۲-کینه
- غوره خوی دی. ۶۰۶-ورکړه
- غوره ښېګڼه ده. ۶۲۶-ورکړه
- غوره نعمتونه دي. ۵۶۴-عاجزي
- فضایل او ارزښتونه پرېمانوي. ۵۶۵-تکبر
- کړاوو او مصیبت اسانوي. ۵۷۵-ادب او ښه چلن؛ نوې ګاڼې دي. ۵۷۶-ژوند
- ګټوره سوداګري ده. ۵۹۲-ښې چارې
- ګواښنګرې ناصح ده.
- له پاکلمنۍ سره مله ده. ۶۱۰-زړورتوب
- له ړوندوالي سره ملګرې ده. ۶۲۱-آزار او ځورونه
- مزبوت چار دی. ۵۷۹-(د الله تعالی) معرفت
- نغد عزت دی. ۶۱۱-ډار
- نیم ژوند دی. ۶۰۴-تدبیر او چاره سنجونه
- هیلې تښتوي. ۶۱۸-عقلمن
- یو رنګ دي. ۶۰۳-منځلاري