تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ مولود کعبه  د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې کېږي   په دوستۍ يې د علي ده مصقلي ( خوشال بابا ) ښار يې دى احمد علي دى باب د علم نور محمد دى علي مهتاب د علم ( حمزه بابا) خپلې خبرې په اسلامي معتبرو سرچينو کې له ابن […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

مولود کعبه 

د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې کېږي

  په دوستۍ يې د علي ده مصقلي

( خوشال بابا )

ښار يې دى احمد علي دى باب د علم

نور محمد دى علي مهتاب د علم

( حمزه بابا)

خپلې خبرې

په اسلامي معتبرو سرچينو کې له ابن عباس (رض) روايت دى چې رسول اکرم ويلي:

 (( د چاچې دا ښه ايسي چې زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او د پالونکي په هميشني جنت کې وي؛ نو تر ما روسته دې “علي” خپل “ولي” وګڼي، د علي دوستان دې خپل دوستان وګڼي او تر ما روسته دې زما په اهل بيتو پسې ولاړ شي؛ ځکه هغوى زما “عترت” دى؛ زما د خټې له خاورې پيدا شوي، زما له علم او فهم ځنې برخمن شوي؛ نو زما د امت پر هغو کسانو دې افسوس وي د اهل بيتو فضيلت ناليدلى وګڼي، زما او د هغوى ترمنځ پيوستون پرې کړي، خداى دې هغوى زما له شفاعته نه برخمنوي. ))

د پورته او نورو روايتونو له مخې د حضرت علي ( ک ) پر “دوستۍ” ټينګار شوى دى؛ نو موږ لازمه وګڼله چې ددې ستر شخصيت د پېژندنې لپاره لوستونکيو ته يوه کوچنۍ ټولګه را وړاندې کړو چې پر لوستو يې د “عقيدتي دوستۍ” پر مفهوم پوه شي.

او له ځوانانو مو هليه ده، چې د اسلام پر دين د پوهېدو لپاره له “وره” ننوځي او د غزل بابا په وينا: نور “محمد” دى، “علي” مهتاب د علم

د ادب تر ټولو مينه والو تمه لرو، چې د پښتنو د سترو فرهنگي شخصيتونو په اثارو کې د (( علي=د علم مهتاب )) په باب د څېړنې له لارې خپل معلومات را ټول کړي او موږ دا ژباړه د همدې موخې لپاره را وړاندې کړې ده.

په درنښت:

 

لومړۍ برخه

 

حضرت علي ( کرم الله وجهه)

په قرآن کريم کې

د علي زوکړه په کعبه کې وه او پخپله د کعبې په څېر دى

(مستدرک الصحيحين: 3 ټوک، 483 مخ) وايي: د ا خبره تواتر ته رسېدلې، چې فاطمې بنت اسد علي په کعبه شريفه کې وزيږاوه.

(نورالابصار: 69 مخ) وايي: علي په مکه کې په بيت الحرام کې وزيږېد _ او دا زوکړه د يو قول له مخې د جمعې پر ورځ، د رجب د مياشتې په ديارلسم، تر عام الفيله دېرش کاله روسته وه (؛ يعنې د رسول الله له زوکړې دېرش کاله روسته او ديارلس کاله او ديو قول له مخې 12 کاله، د بل قول له مخې لس کاله تر بعثته مخکې و او تر هغه مخکې او نه ترې روسته د هېڅ چا زوکړه هم په کعبه کې وه، چې دا خبره ابن صباغ هم کوي.

(کنزالحقايق: 188مخ) د خداى له استازي نقل کړي، چې و يې ويل: ((علي! ستا منزلت د کعبې په څېر دى.))دا روايت ديلمي هم نقل کړى دى.

(اسد الغابه: 3ټوک، 31 مخ) پر خپل سند له صنالجي له علي روايت کړى چې و يې ويل: رسول الله وويل: ته د کعبې په څېر يې او ټول بايد تا ته راشي؛ خو ته به په چا پسې نه ځې. (د حديث تر پايه).

حضرت علي (ك) په قرآن مجيدكې ستايل شوى

د حضرت علي (ك) په هکله د نازل شويو آيتونو په شمېر کې سني او شيعه عالمان يو خوله دي، چې حضرت علي (ك) د پېغمبر اکرم په اصحابو كې یوازېنۍ وګړه ده، چې څښتن تعالى په قرآن شريف كې ستايلى دى. په دې باب ګڼ شمېر معتبر حديثونه شته، چې بېلګې يې دادي:

الف:”حافظ بن عسكري”، ” ګنجي شافعي”، “سيوطي “، “ابن حجر” او “خطيب بغدادي” د اهلسنتو له هغو عالمانو ځنې دي، چې پخپلو كتابونو كې يې د حضرت علي (ك) په هکله د نازل شويو آيتونو شمېر راښوولى دى:

 ٭ له حضرت ابن عباس څخه روايت دى، چې د حضرت علي (ك) په هکله 300 آيتونه نازل شوي دي[1].

٭ له يزيد بن رومان څخه روايت دى: (( كوم شمېر آيتونه، چې د حضرت علي په هکله نازل شوي، د بل هېڅ چا په هکله ندي نازل شوي))

البته پورتنی حديث له حضرت ابن عباس څخه هم روايت شوى دى [2].

٭اصبغ بن نباته روايتوي، چې حضرت علي (ك) وويل:

(( قرآن په څلورو برخو كې نازل شو؛ يو پر څلورمه يې زموږ(اهلبيتو) په هکله ده، څلورمه يې زموږ د دښمنانو په هکله، درېیمه يې د سنتونو او مثالونو په هکله او پاتې څلورمه يې واجبات او احكام دي؛ نو د قرآن كريم، كرائم زموږ لپاره دي. [3]))

حضرت علي کرم الله وجهه په قرآن کريم کې

څېړونکى، چې د حضرت علي کرم الله وجهه او قرآن ترمنځ اړيکه لټوي؛ نو کله مومي، چې علي کرم الله وجهه قرآن ليکه او راټولېدو ته يې پوره پام و او کله په دې پسې کېږي، چې علي ( ک) قرآن څنګه تفسيرکړى او د آيتونو پر شان نزول او تاويل ځان پوهوي:

 سلونى عن کتاب الله فو الله ما من آية الا انا اعلم ابليل نزلت ام بنهار، ام فى سهل ام فى جبل = د کتاب الله په اړه مې وپوښتئ، پر خداى قسم، پر هر آيت پوهېږم، چې په شپکې نازل شوى که د ورځې، په بېديا کې نازل شوى که په غره کې. [4]

اوکله د ګروهې او چلن له اړخه په علي کرم الله وجهه کې د قرآن انځور پلټي، چې رسول الله يې په اړه وايي:

على مع القرآن و القرآن مع على لن يفترقا حتى يرد على الحوض = علي له قرآن سره دى او قرآن له علي سره دى، بيخي يو له بله نه بېلېږي، څو په کوثر ډنډ کې ماته راشي. [5]

په دې ويينه کې يوازې هغه شمېر آيتونو ته اشاره کوو، چې لاس ته مو راغلي دي؛ ځکه خطيب بغدادي په خپل تاريخ [6] کې له حضرت ابن عباس څخه روايتوي، چې د حضرت علي کرم الله وجهه په باب درې سوه آيتونه نازل شوي دي، همداراز شبلنجي حنفي [7] له حضرت ابن عباس څخه روايتوي، چې د کتاب الله هومره برخه، چې د علي کرم الله وجهه په باب نازله شوې ده، د بل چاپه باب نازله شوې نه ده.

دلته موږ د حضرت علي کرم الله وجهه په اړه آيتونه په دولسو پوړيو ويشلي دي او د آيت شان نزول يا هغه پېښه مو راوړې، چې په علي کرم الله وجهه پورې تړاو لري.

په دې ويينه کې د اهلسنتو او اماميه شيعه و د خورا مهو تفسيري او حديثي سرچينو ګټنه شوې ده.

د حضرت علي کرم الله وجهه په باب آيتونه

د انفاق آيت:

((الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ[8]= څوك چې خپل مالونه شپه و ورځ، په پټه او ښكاره نفقه كوي؛ نو ثواب يې له خپل پالونكي سره دى، نه به پرې ډار وي او نه به غمجنېږي. ))

عبدالوهاب بن مجاهد له ابن عباس څخه روايتوي: پورته آيت د حضرت علي کرم الله وجهه په باب رانازل شوى دى؛ څلور درهمه يې درلودل، چې يو يې د شپې، يو يې د ورځې، يو يې په پټه او يو يې ښکاره نفقه کړ. [9]

له ځان تېرېدنې آيت:

((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ[10]=او له خلکو هغه دى، چې د خداى د رضا د تر لاسه کولو لپاره ځان پلوري [لکه علي د پېغمبر په بستره کې] او خداى پر خپلو بندګانو خواخوږى دى. ))

 عبدالرحمان بن ميمون طه له حضرت ابن عباس څخه روايتوي:

((پر هغه شپه، چې رسول اکرم د غار پر لور ووت، علي يې پخپله بستره کې سملاوه. حضرت ابوبکر(رض) په پېغمبر اکرم پسې راغى او علي يې د پېغمبر له وتو خبر کړ. حضرت ابوبکر په آنحضرت پسې ولاړ او د قريشو پاسوالو حضرت علي [د رسول الله پرځاى ] په نښه کړى و، چې ګهيځ شو، على يې په مخ کې ولاړ و، و يې ويل: محمد صلی الله علیه و آله وسلم چېرې دى؟ علي وويل: زه ترې خبر نه يم. و يې ويل: موږ نه غوښتل، چې زيان در وروسو او و دې ځوروو، موخه مو محمد صلی الله علیه و آله وسلم و؛ ځکه هغه ځان په ګوزار او وهلو نه راتاووي؛ نو خو ته ځان په ګوزار راتاووې، بيا يې په اړه پورته آيت نازل شو. پخپله حضرت علي په دې اړه شعر ويلى، چې پښتو مفهوم يې دادى دى:

((په خپل ځان مې په دې کاڼوکې ډېر غوره / او د خونې زاير او خورا غوره پيدايښت مې وساته / ويده شوم او دښمنانوڅارلم، ځان مې وژنې او نيوو ته چمتو کړ، چې کله محمد صلی الله علیه و آله وسلم يې په دسيسه پوه شو، ستر لوراند خداى ترې وژغوره، هو! رسول اکرم په غار کې خوندي او تل د خداى په پناه کې پاتې شو ))[11]

د اهل بيتو په اړه آيتونه

د هل اتى سورت

مجاهد له حضرت ابن عباس نه ددې سورت د شان نزول په اړه روايتوي:

 ((حسن او حسين ناروغه شول. رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم او ټول خلک يې پوښتنې ته ورغلل او علي ته يې وويل: اباالحسنه! کاشکې زامنو ته دې نذر نيولى واى! علي وويل: که روغ شول؛ نو د خداى په شکرانه کې به درې ورځې روژه شم. فاطمې بي بي او خادمې يې فضې هم دغسې وويل، حسن او حسين روغ شول. داچې د آل محمد (ص) په کور کې څه توښه نه وه؛ نو علي شمعون ته ولاړاو درې پيمانې اوربشي يې پورکړې اوکور ته يې راوړې. فاطمې بي بي له يوې پيمانې يې روټه چمتو کړه. علي، چې په رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم پسې تر لمانځه روسته کور ته راستون شو او خواړه يې مخې ته کېښوول (؛ نو) يو مسکين د کور ورۀ ته راغى او ويې وويل: پر تاسې د محمدپر اهل بيتو سلام، زه يو مسلمان بچى يم، خواړه راکړئ، چې خداى له جنتي دسترخوانه خواړه درکړي. . علي وويل، خواړه ورکړئ او پر هغه ورځ او شپه يې يوازې اوبه وڅښلې.

بله ورځ فاطمې بي بي يوه پيمانه اوړه کړه او روټه يې چمتو کړه او چې خواړه يې مخې ته کېښوول، يو يتيم د کور وره ته ودرېد او و يې ويل: پر تاسې د محمد پر اهل بيتو دې سلام وي، له مهاجرينو يو يتيم بچى يم، چې پلار مې شهيد شوى دى. خواړه يې ورکړل اويوه بله ورځ يې هم زغم وکړ اويوازې يې اوبه څښلې.

درېیمه ورځ فاطمې بي بي پاتې پيمانه هم اوړه کړه او روټه يې پخه کړه. علي، چې په رسول اکرم پسې له لمانځه کور ته راستون شو او همداچې خواړه يې مخې ته کېښوول يو بنديوان د کور وره ته ودرېداو و يې ويل: پر تاسې د نبوت پر اهل بيتو سلام! بنديانوئ مو؛ خو خواړه نه راکوئ؟ خواړه راکړئ، چې نيول شوى يم. خواړه يې ورکړل او درې ورځې او شپې يې زغم وکړ او يوازې يې اوبه څښلې. رسول اکرم، چې هغوى کره ولاړ او د هغو سخته لوږه يې وليده (؛ نو) خداى دا آيتوته راولېږل: [12]

((بسم الله الرحمن الرحيم. هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا. إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا. إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا. إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ سَلَاسِلَا وَأَغْلَالًا وَسَعِيرًا. إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِن كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا. عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا. يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا. وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا. إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا[13] = د لوراند او لورين څښتن په نامه. هو! پر انسان د روزگار يو (داسې) وخت (پړاو) تېر شوى، چې د يادونې وړ كوم څېز نه و؟ په حقيقت كې موږ انسان له ګډ شوي څاڅكي پيدا كړ، چې هغه وازمېيو (؛ نوځكه) موږ هغه اورېدونكى او ليدونكى وګرځاوه. په واقع كې موږ (سمه) لار وروښوده، كه منندوى وي (او ويې مني) يا نامنند وى ( او ويې نه مني). په حقيقت كې موږ كافرانو ته ځنځيرونه او غړوندي او سوځنده اور چمتو كړي دي! په حقيقت كې نېكان به (د شرابو) له هغو جامونو څښي، چې كافور ورسره ګډ شوي وي، (هماغه) چينه، چې د خداى [نېك] بندګان يې ترې څښي او پخپله خوښه يې هرې خوا ته بهولاى شي. هغوى (نېكان) خپل نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې وېرېږي، چې شر (او عذاب) به يې هرې لوري ته خپور شوى وي. او (خپل) خواړه يې سره له دې، چې خوښېږي (او ورته اړتيا لري)، د خداى په بار “مسكين” او “يتيم” او “بندي” ته وركوي. (او وايي:) موږ تاسې ته يوازې د خداى لپاره خواړه دركوو (او) له تاسې هېڅ بدله او مننه نه غواړو. ))

د سرښند نې آيت

((أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ[14]= او نور تر خپلو ځانو (غوره او) لومړي ګڼي او كه څه هم هغوى پخپله ډېر اړمن وي ))

 حضرت ابو هريره وايي: يو سړى پېغمبر اکرم ته راغى او و يې ويل، چې وږى يم. رسول الله هغه له خپلو مېرمنوکره ولېږه؛ خو هغوى وويل: يوازې اوبه لرو. آنحضرت (ص) وويل: څوک نن شپه دا سړى پالي؟ علي وويل: يا رسول الله زه! على خپل کور ته راغى او فاطمه بي بي يې له دې حاله خبره کړه. هغې وويل: يوازې د دې کوچنۍ نجلى خواړه لرو؛ خو مېلمانه پر ځان غوره بولو. علي وويل: نجلۍ دې ويده کړه او زه به د مېلمه له امله ډيوه مړه کړم. فاطمې بي بي همداسې وکړل او مېلمه ماښامنى وخوړ او چې ګهيځ شو؛ نو خداى تعالى د حشر نهم آيت نازل کړ. [15]

د مباهلې آيت:

((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ[16]= ( د مسيح په باب ) چې وپوهېدې؛ نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه درسره شخړه كوي؛ نو ورته ووايه:((راځئ، چې موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې، موږ به پخپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ؛ نو بيا به مباهله (او دعا) وكړو او پر دروغجنو د خداى لعنت وغواړو. ))   

 ابن حجر [17]له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي: د نجران د مسيحيانو يو پلاوى، رسول اکرم ته راغى او اسلام ته يې راوبلل. و يې ويل: موږ له تامخکې اسلام راوړى دى. پېغمبر اکرم ورته وويل: دروغ وايئ، غواړئ له هغه څه موخبرکړم، چې اسلام ترې منع کړي ياست، و يې ويل: هو! رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وويل: له صليب سره مينه، د شرابو څښل او د خوګ د غوښې خوړل.

بيايې مباهلې ته راوبلل او هغوى وعده وکړه، چې سبا ګهيځ به مباهلې ته راشي. سبا ګهيځ، رسول اکرم، علي، فاطمه، حسن او حسين له لاسه نيولي ول او مسيحيان يې مباهلې ته راوبلل؛ خو هغوى ډډه وکړه او د خراج ورکړې ته يې غاړه کېښووله.

رسول الله وويل: پر هغه قسم، چې زه يې په حقه را استولى يم، که راغلي ول؛ نو پردې بېديا اورلګېده، ورپسې پورته آيت نازل شو.

 شعبي وايي: په آيت کې ابناءنا (( حسن وحسين )) نساء نا (( فاطمة )) او (( انفسنا)) (( علي بن ابى طالب )) دي.

ابن حجر زياتوي: (( دارقطني روايتوي، چې علي، دشورا پر ورځ د شورا پر غړيو نيوکه وکړه، و يې ويل: پر خداى قسم درکوم، چې په تاسې کې څوک شته، چې ترما رسول اکرم ته نژدې وي؟ چې هغه رسول الله خپل ځان ګڼلى وي او اولاد ته يې خپل اولاد ويلى وي. ايا هغه بې له ما بل څوک دى؟ ټولو وويل: همدا ته يې، همداته يې!. . . . ))

د فائزون آيت

((إِنِّي جَزَيْتُهُمُ الْيَوْمَ بِمَا صَبَرُوا أَنَّهُمْ هُمُ الْفَائِزُونَ[18]= په رښتيا نن ما هغوى ته د خپل زغم له امله بدله وركړه، هغوى بريالي دي. ))

 له حضرت عبدالله بن مسعود(رض) نه روايت شوى، چې ” إِنِّي جَزَيْتُهُمُ الْيَوْمَ بِمَا صَبَرُوا أَنَّهُمْ هُمُ الْفَائِزُونَ ” له آيته مراد، علي، فاطمه، حسن او حسين دي، چې په نړۍ کې يې د خداى پر اطاعت، نېستۍ او لوږې صبر وکړ او له ګناهونو يې ډډه وکړه او پر کړاوونو يې زغم وکړ. هو! هغوى بريمن دي او له حسابه ژغورل شوي دي. [19]

د سپېڅلتيا آيت

((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا = بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې((اهل البيت =نبوي كورنۍ))چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي. ))[20]

 له ام سلمه بي بي روايت شوى چې:

 (( رسول الله زماپه خونه کې و، چې فاطمه بي بي د خوړوله يوه لوښي سره راننووت او خپل پلار ته ولاړه. پلار يې ورته وويل: مېړه او زامن دې راوبوله؛ علي، حسن و حسين، رسول الله ته راغلل او خواړه يې وخوړل آنحضرت (ص) پر خپل پټو ناست و او ما پخپله خونه کې لمونځ کاوه، چې خداى دا آيت نازل کړ: ” إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا “

ما خونې ته سر را دننه کړ، و مې ويل: يارسول الله! زه هم درسره يم؟ راته يې وويل: پاى او عاقبت دې ښه دى. )) [21]

له انس بن مالکه روايت شوى، چې رسول الله تر شپږو مياشتو پورې، چې د ګهيځ لمانځه ته د فاطمې دکور له مخې تېرېده، ويل يې: (( اهل بيتو! د لمانځه وخت دى؛ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) [22]

 

د مرج البحرين يلتقيان آيتونه

((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ. بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ. فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ. يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ [23]= دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي دي، چې سره يو ځاى کېږې، چې ترمنځ يې پرده ده، چې يو هم ترې نه تېرېږي (او يو له بل سره نه ګډېږي)؛ نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! له هغو دواړو (سيندونو) ملغلرې او مرجانونه راووځي. ))

له ضحاک نه روايت شوى، چې: له ((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ)) نه مراد، علي او فاطمه دي له ((بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ)) نه مراد رسول الله دى او له (يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ)) مطلب حسن و حسين دي. [24]

د ځوځات د يو ځاى کېدو آيت

((وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَا أَلَتْنَاهُم مِّنْ عَمَلِهِم مِّن شَيْءٍ كُلُّ امْرِئٍ بِمَا كَسَبَ رَهِينٌ [25]= او کومو کسانو، چې ايمان راوړى او اولادونو يې هم د “ايمان” لار ورپسې نيولى ده؛ نو(په جنت كې) اولادونه يې ورسره يو ځاى كوو او د كړنو (له بدلې) يې هېڅ څيز نه كموو، هرڅوك د (خپلو) برياوو په بدل كې ښکېل دى. ))

له حضرت ابن عباس څخه روايت شوى، چې دا آيت د پېغمبر اکرم، علي، فاطمې، حسن و حسين په اړه نازل شوى دى.

د مينې آيت

((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى[26]= ووايه: ((زه له تاسې په دې چار (رسالت) هېڅ بدله نه غواړم؛ خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم))

له حضرت ابن عباس څخه روايت شوى، چې کله پورته آيت نازل شو، يوې ډلې وويل:رسول الله!خپلوان دې کوم دي، چې يې مينه راباندې واجبه شوې وه؟ ورته يې وويل: علي، فاطمه او د دواړو دوه زامن. [27]

همداراز له مکرمه روايت دى، چې د اسرء ٥٧ آيت ((أُولَـئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ. . . . )) د پېغمبر اکرم، علي، فاطمى، حسن و حسين په باب نازل شوى دى.

 

قربى څوك دي؟

په دې باب لاندې روايتونه تر كتنې لاندې نيسو:

الف: امام احمد بن حنبل د “فضائل الصحابه” په كتاب كې روايت کړى دى چې: د(( قل لا اسئلكم عليه اجرا)) آيت چې نازل شو؛ نو اصحابو پېغمبر ته وويل:د څښتن رسوله!ستا خپلوان (اهلبيت) څوك دي، چې مينه يې پر موږ واجبه ده؟پېغمبر اکرم وويل:(( علي، فاطمه او دوه زامن يې. )) او د څښتن رسول دا خبره درې ځلې وويله.

ب: سيوطي په “الدرالمنثور” تفسير كې، تر پورتني آيت لاندې له ابن عباس څخه روايت كړى: پېغمبر د مودت د آيت په هکله وويل:(( كه زما حق ادا كوئ؛ نو زما له اهلبيتو سره مينه ولرئ. . . . ))

ج: زمخشري د”كشاف” په تفسير كې فخر رازي او قرطبى پخپلو تفسيرونو كې روايت کړى دى چې:

((پر آل محمد” عاشق مړ به شهيد له دنيا تللاى وي. خبر وسئ! پر آل محمد عاشق مړ به له توبې سره له دنيا تللاى وي. خبر وسئ! پرآل محمد عاشق مړ به له پوره ايمان سره له دنيا تللاى وي. خبر وسئ!پر آل محمد عاشق مړ باندې به د مرګ پرښته د جنت زېرې كوي او بيا پرې د “نكر او منكر” پرښته هم د جنت زېرې كوي. خبر وسئ! پر آل محمد عاشق مړ به د ناوې غوندې په درناوي، جنت ته وړل كېږي. خبر وسئ! پر آل محمد عاشق مړ ته به په قبر كې د جنت پر لور دوه ورونه پرانستل کېږي. خبر وسئ! پر آل محمد عاشق د مړي قبر به د پرښتو زيارت وي. خبر وسئ! پر آل محمد عاشق مړ پر سنت او جماعت له دنيا تللاى وي. خبر وسئ! څوك چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍکې له دنيا ولاړ شي؛ نو د قيامت پر ورځ به يې ورته پر تندي ليكلي وي:د څښتن له رحمته ناهيلې. خبر وسئ! څوك چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا تللاى وي؛ نو كافر به مړ شوى وي. خبر وسئ څوك چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې مړ شي؛ نو د جنت بوي به پرې و نه لګي. ))

امام فخر رازي د آل محمد په هکله وايي:

 ((“آل محمد” هغوى دي، چې له پېغمبر اکرم سره يې اړيكې ټينګې وي او په دې كې شك نشته، چې فاطمه بي بي، علي کرم الله وجهه، امام حسن او امام حسين تر ټولو زيات له پېغمبر اکرم سره ټينګ پيوند لري. له بېلابېلو احاديثو په استناد سره ويلى شم، چې دا خبره د كاڼي كرښه ده؛ نو پکار ده چې هغوى ته “آل محمد” ووايو. ))

بيا امام فخر رازي د خپلې خبرې د د لا پخلي لپاره لاندې روايت د كشاف له تفسيره رانقل كړى دى. دا آيت چې نازل شو؛ نو خلكو رسول الله ته وويل: ستا خپلوان څوك دي، چې مينه يې راباندې واجب شوې ده. پېغمبر اکرم وويل: (( علي، فاطمه، حسن او حسين )). [28]

 

د حضرت علي کرم الله وجهه او د هغه د لارويانو په باب آيتونه

الف ) خير البريه آيت

((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ[29] = په واقع كې هغوى چې ايمان راوړى او ښې [چارې] يې كړې وي همدا(د خداى) غوره مخلوقات دي. ))

ابن عساکر له حضرت جابربن عبدالله ددې آيت په اړه روايتوي، چې:

(( له رسول الله سره وو، چې راغى، رسول الله وويل: پر هغه قسم، چې ساه مې يې په لاس کې ده، په قيامت کې دا سړى او لارويان يې بريمين دي او پورته آيت نازل شو او بيا به چې اصحابو کرامو، علي ليده؛ نو ويل يې: (( خيرالبريه )) راغى. [30]

ب) د مفلحون آيت

((. . . . . وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[31]=. . . . . او همدوى بريالي دي))

له حضرت علي روايت شوى، چې: (( سلمان فارسي راته وويل: ابا الحسنه: هر وخت، چې له ماسره د نبي اکرم (ص) مخې ته درېدلى يې؛ نو په ولو به يې ټپولې او ويل يې: (( سلمانه! دا سړى اوګوند يې برېمن دى))[32]

د حضرت علي او نورو په اړه آيتونه

((وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا[33]= او څوك چې د خداى او پېغمبراطاعت وكړي ( د قيامت پر ورځ به ) د هغو خلكو ملګرى وي، چې خداى پرې نعمت لورولى دى(؛ يعني) له پېغمبرانو او رښتينو او شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او دوى ښه ملګري دي. ))

داود بن سليمان وايي: (( علي بن موسى الرضا عليه اسلام له پلرونو، له علي راته روايت وکړ، چې پېغمبر ددې آيت په اړه وويل: ” مِّنَ النَّبِيِّينَ “څخه مراد محمد (ص)، له “الصِّدِّيقِينَ” څخه مراد ((علي ))، له ” وَالشُّهَدَاء ” څخه مطلب حمزه (رض)، له “الصَّالِحِينَ” څخه مراد حسن و حسين او له ” وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا ” امام مهدي دى. [34]

ب. ((وَإِذَا جَاءكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِنَا فَقُلْ سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ أَنَّهُ مَن عَمِلَ مِنكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِن بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[35]= او چې كله هغوى درته راشي، زموږ پر آيتونو ايمان لري؛ نو ورته ووايه:(( سلام پر تاسې! ستاسې پالونكي رحمت پرځان فرض كړى دى، كه له تاسې څوك په ناپوهۍ كې بد كار وكړي، بيا توبه وباسي او ځان سم كړي (؛ نو خداى پرې رحمېږي؛ ځكه) هغه ډېر بښونكى (او) مهربان دى. ))

له ابن عباس نه روايت دى، چې دا آيت د علي، حمزه، جعفر او زيد په باب نازل شوى دى. [36]

ج: ((وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى الأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلاًّ بِسِيمَاهُمْ وَنَادَوْاْ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَن سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ ( اعراف/٤٦)= او د هغوى ترمنځ پوله ده او پر سر (اعراف) يې داسې سړي وي، چې هر يو يې له څېرو پېژنې او پر جنتيانو، چې لا تر اوسه جنت ته نه دي ننووتي(؛ خو ورته) هيلمن دي، غږ کوي: (( سلام پر تاسې!))

ثعلبي په خپل تفسيرکې دا آيت له ابن عباسه روايتوي، چې:اعراف د صراط هسک ځاى دى، چې عباس، حمزه، علي او جعفر طيار ورباندې وي او مينوال يې د څېرې له رڼا پېژني او دښمنان يې له خړې څېرې (مينوالو ته يې څېره رڼا او دښمنانوته خړه ده. ) [37]

د) ((ثُمَّ أَنَزلَ اللّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا وَعذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَذَلِكَ جَزَاء الْكَافِرِينَ[38]= بيا خداى خپله ډاډېنه پرخپل پېغمبر او مؤمنانو نازله كړه او لښكرې يې راكوزې كړې، چې تاسې نه ليدې او كافران يې په رنځ او کړاو اخته کړل او دغسې ده د كافرانو سزا! ))

له ضحاک بن مزاحم روايت شوى، چې دا آيت د هغوى په باب نازل شوى، چې له رسول اکرم سره ټينګ پاتې دي: علي، عباس او څوتنه بني هاشم. [39]

هه) ((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ[40]= واقعي مؤمنان يوازې هغوى دي، چې پر خداى او استازي يې ايمان راوړى دى بيا شكمن شوي نه دي او پخپلو مالونو او سرونو يې د خداى په لار كې جهاد كړى؛ همدوى رښتوني دي. ))

 حضرت ابن عباس (رض) وايي: (( له ” إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا ” نه مطلب دادى: هغه ډله، چې خداى او رسول يې هغه تصديق کړه او په خپل ايمان کې بېخي شکمنه نشوه. دا آيت د علي، حمزه او جعفرطيارپه حق کې نازل شوى دى. ((“وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ “؛ يعنې په خپل سر و مال يې د خداى په لار کې جهاد وکړ، چې خداى تعالى يې په ” أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ ” صدق او وفا تاييد کړه. ))[41]

و) – ((مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا [42]= په مؤمنانوكې داسې سړي شته، چې له خداى سره پركړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي دي) او ځينې ( لا ورته) سترګې پر لار دي او له سره يې (خپله ژمنه) وا نه ړوله. ))

 په دې اړه حافظ ذهبي وايي: (( علي دکوفې د جومات پر منبر ولاړ و، چې وپوښتل شو: د” مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ ” آيت د چاپه باب نازل شوى دى؟ و يې ويل، خدايه بښنه غواړم) (( آيت زما او زما د ترونو؛ حمزه او عبيدة بن حارث بن عبدالمطلب په باب نازل شوى دى، عبيده دبدر په غزا کې شهيد شو او حمزه په احد کې او زه سترګې پر لار يم، چې ددې امت خورا بد مرغه به مې سر او ږيره په وينو ولړي، د هغې ژمنې له لارې، چې دوست مې ابوالقاسم راسره کړې ده، خبر کړى يې يم))[43]

ز) – ((أَفَمَن وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَن مَّتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ [44]= ايا هغه چې موږ ورسره ښه وعده كړې او ورته به ورسېږي، د هغه چا په څېر دى، چې موږ ورته د دنيوي ژوند وسايل وركړي دي بيا د قيامت پر ورځ (د حساب او سزا لپاره) له روستونيو وي؟! ))

له مجاهد روايت شوى، چې د ” أَفَمَن وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا “آيت د علي او حمزه په باب نازل شوى او له ” َمَن مَّتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ” څخه مراد ابوجهل دى. [45]

 د حضرت علي د دښمنانو په اړه آيتونه

الف )- ((وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا[46]= او هغوى چې مؤمن نارينه او مؤمنې ښځې(بې ګناه او) بې له دې، چې(ناروا) يې کړى وي، ځوروي؛ نو په يقين چې د غټو دروغو او ښكاره ګناه پېټى يې پر اوږو كړى دى ))

له مقاتل نه روايت شوى، چې دا آيت د علي بن ابى طالب په باب نازل شوى؛ ځکه يوې ډلې منافقينوځوراوه. [47]

ب) – ((إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُواْ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ. وَإِذَا مَرُّواْ بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ[48]= په واقع كې (په دنيا كې) ګناهكارانو تل په مؤمنانو پورې خندل، او چې كله به پرې تېرېدل؛ نو په هغو پورې يې د ملنډو سترګكونه وهل. ))

زمخشري وايي: علي کرم الله وجهه له يو شمېر مسلمانانو سره يوې غونډې ته ننووتل او منافقينو ورپورې ملنډې ووهلې او و يې خندل او اشارې يې ورپورې وکړې او روسته خپلو يارانو ته ولاړل او و يې ويل: نن مو اصلع ( دچاچې پرکپره وېښتان نه وي ) وليد. مخکې تردې، چې علي، رسول اکرم ته ورسي، دا آيت نازل شو. [49]

ج) – ((فَلَمَّا رَأَوْهُ زُلْفَةً سِيئَتْ وُجُوهُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَقِيلَ هَذَا الَّذِي كُنتُم بِهِ تَدَّعُونَ[50]= نو چې كله دا (الهي وعده) له نژدې وويني، د كافرانو مخونه به کړغېړن واوړي او (ورته) ويل كېږي: ((دا هماغه څه دي، چې تل مو غوښتل!))

له اعمش څخه د دې آيت په باب روايت شوى، چې و يې ويل: چې کله کافران د علي مقام وويني؛ نوتريو تندي شي او څېرې يې اوړي. [51]

د)- ((فَسَتُبْصِرُ وَيُبْصِرُونَ. بِأَييِّكُمُ الْمَفْتُونُ[52]= نو ژر به ووينې او هغوى به هم ويني[چې] په تاسې كې كوم يوه ته لېونتوب (واقع شوى) دى!))

له کعب بن مسعود او عبدالله بن مسعود ( رضى الله عنها) په دې اړه روايت شوى، چې: رسول اکرم د علي په اړه وپوښتل شو، و يې ويل:

((علي په اسلام کې ستاسې خورا مخکښ، په ايمان کې ستاسې خورا پوره، په علم کې ستاسې خورا غوره او د خداى لپاره په غوسه کې ستاسې خورا غوسناک دى، خپل علم مې وروښود او خپل راز مې وروسپاره او خپل چار مې ور پرېښود، هغه په کورنۍ کې زما ځايناستى اوپه امت کې مې امين دى)) ځينو قريشو وويل: (( په رښتيا چې علي، رسول اکرم پرځاى عاشق کړى دى، داسې چې هېڅ نيمګرتيا يې نه ويني )) او خداى پورته آيتونه راولېږل. [53]

هه) – ((سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ. لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ[54]= پوښتونكي پېښېدونكي عذاب وپوښت، چې پېښ شو. چې دا (عذاب) يوازې د كافرانو لپاره دى [او] هېڅوك يې مخه نشي نيولاى. ))

امام صادق رضي الله عنه له حضرت علي روايتوي، چې: (( هغه مهال، چې رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په ((خم )) ډڼد کې علي کرم الله وجهه خپل ځايناستى منصوب کړ او و يې ويل، د چاچې زه مولا يم؛ نو داعلي يې هم مولا دى. دا وينا په ښارونو کې خپره شوه او نعمان بن حرث فهري، نبي اکرم ته راغى او و يې ويل: د خداى له لوري دې راته حکم وکړ، چې لااله الاالله ووايو او تا د خداى استازى وګڼو، راته دې وويل، چې جهاد وکړو او حج پرځاى کړو، لمونځ وکړو، ذکات ورکړو او روژه ونيسو، دا ټول مو ستا ومنل؛ خو ته راضي نه شوې، تردې چې دا ځوان دې خپل ځانياستى کړ او و دې ويل: د چاچې زه مولا يم، دا علي يې هم مولا دى، داستاپه خوښه ده که د خداى حکم دى؟ رسول الله ورته وويل:پر هغه خداى قسم، چې يوازې هغه د لمانځنې وړ دى، دا چار د خداى له لوري دى. نعمان مخ واړاوه او ويل يې: خدايه! که دا حق وي او ستاله لوري وي؛ نو له اسمانه راباندې يوه ډبره راوغورځوه يا راباندې دردناک عذاب راکېباسه! خداى ډبره پرې راخوشې کړه او و يې واژه او پورته آيتونه يې راولېږل. [55]

و) – ((وَلَوْ نَشَاء لَأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَاهُمْ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ[56]=او كه موږ وغواړو؛ نوهرومرو به يې روښيو، چې له (حقيقي) څېرو يې وپېژنې، که څه هم د خبرو اترو له طرزه يې هم پېژنداى شې او خداى ستاسې د كړنو [په ظاهر او باطن] پوهېږي. ))

له حضرت ابو سعيد خدري روايت شوى، چې له دې آيته د خداى مطلب، له علي سره د منافقانو کينه ده. [57]

ز) – ((أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ[58]= ايا څوك چې مؤمن وي، د سرغړاند په څېر کېداى شي؟(نه هېڅكله) برابر نه دي. ))

 حضرت ابن عباس وايي: (( علي او وليد بن عقبه يو له بل سره خوله ووهله. وليد وويل: زه نېزه يم او تر تا تېز يم، په خوله کې تر تا خوله ور يم او په لښکرکې مې تر تا مقام ل[59]وړ دى. علي ورته وويل: فاسقه چوپ شه! او خداى پورته آيت راولېږه ))

ح) – ((أَلْقِيَا فِي جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍ[60]= [هغو دوو پرښتو ته ويل كېږي:] هر ناشكره كينه كښ په دوزخ كې وغورځوئ! ))

له شريک بن عبدالله ددې آيت په اړه روايت شوى، چې: (( له اعمش سره وم، چې ناروغ و. ابوحنيفه، ابن شبرمه او ابن ا بى ليلى ورته راغلل او و يې ويل: ابو محمده! د عمر په روستيو کې يې! تل دې د علي په باب هاغسې احاديث روايتول؛ نو اوس له دې چاره توبه وباسه او خداى ته راوګرځه! اعمش وويل: لږ مې را پورته کړئ، چې يې را پورته کړ، و يې ويل: ابو متوکل ناجي له ابو سعيد خدري روايت وکړ، چې رسول اکرم وويل: چې قيامت شي؛ نو خداى ما اوعلي ته وايي: دښمنان موپه دوزخ کې وغورځوئ او دوستان مو جنت ته ننباسئ او دا هماغه د پاک خداى خبره ده، چې يې وويل:أَلْقِيَا فِي جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍ ” ابوحنيفه خپلو ملګرو ته وويل:پاځئ، چې ولاړ شو، چې تردې ډېر سخت څه و نه وايي. [61]

له حضرت علي سره د ميني او د هغه د ولايت په اړه آيتونه

الف )- ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ[62]= مؤمنانو! د خداى (د فرمان له مخالفته ) ووېرېږئ او له رښتينو سره وسئ. ))

اما باقرارض ) وويل:” يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ

“يعنې له علي سره وسئ. )) [63]

ب )- ((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا [64]= دا باوري ده، هغوى چې ايمان راوړى او ښې چارې يې كړې دي، ژر به لوراند (خداى) هغو ته (د خلکوپه زړونوكې) مينه واچوي ))

ددې آيت په اړه له علي بن موسى الرضا له پلرونو له جابربن عبدالله روايتوي، چې: (( رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم علي ( ک) ته وويل:

علي! ووايه، خدايه! زما مينه د مؤمنانو په زړونو کې واچوې. خدايه! پخپله مې پالندوى شې. خدايه! پخپله مې محبوب کړې او پاک خداى پورته آيت نازل کړ او دادى داسې مؤمن اومؤمنه به ونه مومې، چې له زړه نه له اهل بيتو سره مينه و نه لري )) [65]

ج)- ((وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْلآ أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ[66]= او هغوى چې كافران شوي دي، وايي:(( ولې پرې د خپل پالونكي له لوري نښه (او كومه معجزه) نه ده نازله شوې؟!)) ته يوازې وېروونكى يې او هر قوم ته يو لارښود دى (او دا ټولې پلمې دي؛ نه د حقيقت لټونه). ))

 حضرت ابن عباس وايي: پېغمبر اکرم خپل لاس پخپله سينه کېښود او و يې ويل: زه ګواښنګرى يم بيا يې د علي اوږې ته اشاره وکړه او و يې ويل: ته لار ښود يې؛ بلکې تر ما روسته هدايت موندونکي په تا هدايت مومي )) [67]

د) – ((وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْيَمَ مَثَلًا إِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ يَصِدُّونَ[68] =او چې كله (د خداى د قدرت ښوولو لپاره) د مريمې د زوى (د پيدايښت) بېلګه وړاندې شوه، ناڅاپه ستا قوم ترې شور ځوږ جوړ كړ. ))

حضرت علي ( ک) وايي: (( يوه ورځ رسول الله ته ولاړم، چې له قريشو سره ناست و. آنحضرت راوکتل او و يې ويل: علي په دې امت کې ستا بېلګه دى؛ لکه د عيسى د مريمې د زوى ده، يو شمېر يې مينوال شول او په اړه يې افراط او زياتى وکړ او يوه ډله يې دښمنه شوه او په اړه يې کمى او تفريط وکړ. هغه شمېر، چې له آنحضرت سره ناست ول، و يې خندل او و يې ويل: وګورئ، چې څرنګه د خپل تره زوى له عيسى د مريمې له زوى سره ورته کوي. پدې وخت کې پورته آيت نازل شو. )) [69]

هه)–((مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ[70]=څوك چې له نېكۍ سره راشي؛ نو تر هغه به غوره بدله وركړه شي او د همدې ورځې له ډاره به ډاډمن وي. ))

 امام محمدباقر وايي: (( ابو عبدالله جدلي اميرالمؤمنين علي کرم الله وجهه ته ورغى او امام ورته وويل: اباعبدالله! ” مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ ” آيت له تفسيره دې خبرکړم؟ هو! خبرمې کړه. راته يې وويل: حسنه؛ زموږ د اهل بيتو مينه ده او سيئه؛ له موږ سره کينه ده. بيا يې ټول آيت ولوست. ))[71]

 په اسلام کې د علي کرم الله وجهه د مخکښۍ په اړه آيتونه

الف)- ((وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ[72]= او لمونځ (په ښه شان) وكړئ او زكات وركړئ او له ركوع كوونكيو سره ركوع وكړئ ( او لمونځ په جمع وكړئ) ))

له حضرت ابن عباس نه روايت شوى، چې: د آيت د رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم او حضرت علي ( ک) په حق کې نازل شوى دى؛ دوى لومړي وګړي ول، چې لمونځ يې وکړ او رکوع يې وکړه. [73]

ب) – ((إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَى مِن ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ وَطَائِفَةٌ مِّنَ الَّذِينَ مَعَكَ وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ عَلِمَ أَن لَّن تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ عَلِمَ أَن سَيَكُونُ مِنكُم مَّرْضَى وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ هُوَ خَيْرًا وَأَعْظَمَ أَجْرًا وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ [74]= په واقع كې ستا پالونكى پوهېږي، چې په رښتيا ته د شپې دوې برخې يا يې نيمايي يا يې له درېو برخو په يوه يوه برخه کې [لمانځه ته] پاڅې او ستا له ملګرو يوه ډله هم (دغسې کوي) او خداى دى، چې شپه او ورځه اندازه کوي او هغه پوهېږي، چې تاسې (د عبادت لپاره) په (ځير) وخت نشئ حسابولاى؛ نو و يې بښلئ؛ نو له قرآنه څومره، چې درته (شونى او) اسان وي، ولولئ. (هغه) پوهېږي، چې ژر به په تاسې كې ځينې ناروغ شي او (يو شمېر) نور (به) پر سفر ووځي او الهي فضل (او روزى) به تر لاسه كوي او بله (ډله) به د خداى په لار كې جهاد كوي (او د قرآن له لوستو بې برخې كېږي)؛ نو څومره، چې درته (شونى او) اسان وي، له قرآنه ولولئ. لمونځ وكړئ او زكات وركړئ او خداى ته غوره پور( قرض الحسنه) وركړئ [=د هغه په لاركې نفقه وركړئ] او (پوه شئ)، هره نېكي چې له مخكې خپلو ځانونو ته لېږئ (؛ نو) له خداى سره به يې ډېر غوره او په ډېرې بدلې ومومئ او له خدايه بښنه وغواړئ [؛ ځكه] چې خداى ډېر بښونكى [او] لورين دى. 

له حضرت ابن عباس نه روايت دى، چې: علي لومړى تن و، چې په پخه شپکې له رسول الله سره لمانځه ته پاڅېد او لومړى تن و، چې بيعت اوهجرت يې ورسره وکړ.

ج) – ((وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ [75]= او چاچې رښتيا(خبره) راوړه او (هغوى چې) باور يې پرې وكړ(؛ نو) همدوى ځان ساتي او (پرهيزګاران)دي. ))

ابن طفيل له علي کرم الله وجهه روايتوي: رسول اکرم و، چې رښتيا خبره يې راوړه او زه وم، چې ورسره مې ومنله او بې له ما نور خلک دروغجن ګڼونکي او کافر ول. [76]

د) – ((الَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يَلْبِسُواْ إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُوْلَـئِكَ لَهُمُ الأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ[77]= (هو) هغوى چې ايمان يې راوړى او خپل ايمان يې د(شرك) له ظلم سره نه وي ګډلى؛ نو امن يوازې همدوى ته دى او همدوى پرسمه لار برابر دي!))

مجاهد له حضرت ابن عباس نه روايتوي، چې له ” الَّذِينَ آمَنُواْ ” څخه مراد، علي کرم الله وجهه دى او له ” بِظُلْمٍ ” نه مراد شرک دى. چاچې ايمان راوړى؛ نو مخکې ترې شرک و؛ خو بې له علي، چې پر خداى يې ايمان راووړ او د سترګو د رپ هومره يې شرک ونه کړ.

هو! علي لومړى تن و، چې يې ايمان راووړ. [78]

هه) – ((وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ[79]= اوڅوك چې ځان خداى ته وسپاري او نېك وي؛ نو هغه په حقيقت كې پر پخې کړۍ منګولې ښخې كړې دي (او په ډاډمنه لاسوند يې تكيه كړې ده) او د چارو پاى يوازې د خداى لوري ته ده. ))

 حضرت انس بن مالک وايي: دا آيت دعلي کرم الله وجهه په حق کې نازل شوى دى، هغه لومړى تن و، چې خپل ايمان يې خداى ته نږه او ځاى يې خداى ته وقف کړ. [80]

و) – ((فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاء ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ. وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ. وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ [81]= اوڅوك چې بې له دې لارې نور څه وغواړي؛ نو تېري كوونكي دي. او چې خپل امانتونه او خپلې ژمنې پالي؛ او چې د خپلو لمونځونو ساتنه كوي؛ ))

ابوالاسود دئلى وايي: علي کرم الله وجهه وويل: پرښتو کلونه او مياشتې درنګ وکړ او يوازې رسول اکرم او ماته يې بښنه غوښته او دوه آيتونه (( الذين يحملون العرش. . . انک انت العزيز الحکيم )) زموږ په حق کې نازل شوي دي. يو شمېر منافقانو وويل: د (( من اباسهم و ذرياتهم )) آيت د چا په باب نازل شوى دى؟ علي ( ک) وويل: سبحان الله! ايا ابراهيم، اسماعيل، اسحاق او يعقوب [ عليهم السلام ] زموږ پلرونه نه دي. [82]

ز) – ((وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ. أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ[83]= او(درېیمنۍ ډله) د مخكښانو مخكښان (دي)، همدوى (خداى ته) نژدې دي. ))

 حضرت ابن عباس ددې آيت په اړه وايي: سابقون دا دي: موسى ته يوشع بن نون، عيسى ته شمعون بن يو حنا او رسول الله ( ص) ته علي بن ابيطالب دى، چې دوى لومړني ايمان راوړوونکي ول. [84]

 جابر جعفي له امام باقر روايتوي، چې علي کرم الله وجهه وويل: حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم پر دوشنبه مبعوث شو او ما د سې شنبې پرګهيځ ايمان راووړ پېغمبر اکرم لمونځ کاوه او مايې ښي لوري ته کاوه او بې له مابل نارينه ورسره نه و، چې خداى د (( واصحاب اليمين. . . . )) آيت نازل کړ. [85]

ح ) – ((وَالَّذِينَ جَاؤُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ[86] = او (همدااز) څوک چې تر هغوى [=مهاجرينو او انصارو] روسته راغلي دي (او) وايي: (( پالونكيه! موږ او زموږ هغه وروڼه وبښه، چې له موږه مخكې يې ايمان راوړى دى او زموږ په زړونو كې مؤمنانو ته (هېڅ ډول) كينه مه اچوه. پالونكيه! ته خواخوږى لورين يې. ))

په دې اړه حضرت ابن عباس وايي: په قرآن کې پر هر مسلمان وګړي علي ته بښنه غوښتل واجب شو ي دي، دا چې وايي:” رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ “او يوازې علي کرم الله وجهه په ايمان کې مخکښى دى. [87]

ط) – ((الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ [88]= ايا تاسې حاجيانو ته اوبه وركول او د مسجدالحرام ابادول د هغه چا (د كار) په څېر ګڼلى دى، چې پر خداى او د قيامت پر ورځ يې ايمان راوړى او د خداى په لار كې يې جهاد كړى دى؟! ( نه، دا دواړه) د خداى پر وړاندې برابر نه دي او خداى ظالمانو ته سمه لار نه ښيي. ))

په دې اړه له حضرت انس بن مالک نه روايت شوى، چې: عباس او شيبه سره ناست ول او پر يو بل يې خپلې وياړنې زبادولې، عباس وويل: زه پر تا غوره يم، زه د رسول اکرم تره يم، د هغه د پلار وصي او د حاجيانو ساقي يم. شيبه وويل:زه تر تا غوره يم، زه پر بيت الله د خداى امين او خزانه دار يم؛ ځکه څنګه يې، چې زه امين کړى يم، ته يې امين کړى نه يې؟ په دې وخت کې علي کرم الله وجهه راغى او دوى له خپلو ناندريو خبر کړ. علي وويل: زه ترتاسې غوره يم. زه لومړى تن يم، چې ايمان مې راووړ او هجرت مې وکړ. درې واړه رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته ولاړل او پېښه يې ورته وويله. آنحضرت ورته ځواب ور نه کړ او راستانه شول. څو ورځې روسته وحې نازله شوه او رسول الله هغوى راوغوښتل او تېر آيت يې ولوست. [89]

له رسول الله (ص) سره د علي کرم الله وجهه د ملګرتوب په اړه آيتونه

الف) – ((إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِن تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ[90] = كه تاسې دواړه (د پېغمبر مېرمنې له خپل كاره) توبه وباسئ (ستاسې په ګټه ده؛ ځكه په دې چار کې د خداى او د هغه د پېغمبر له اطاعته) مو زړونه كاږه شوي دي او كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يو كړئ (؛ نو زيان ورته نشئ رسولاى)؛ ځكه خداى يې پخپله مرستندوى دى او تر هغه روسته يې جبرائيل او د مؤمنانو صالح او پرښتې ملاتړې دي. ))

رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وويل: د مؤمنانو صالح، علي بن ابيطالب دى. [91]

ب ) – ((وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي. هَارُونَ أَخِي. اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي. وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي[92]= او له كورنۍ مې راته يو وزير(مرستيال) وټاكه؛ هارون، چې ز ما رور دى. ملا مې پرې ټينګه كړه؛ او په كار كې يې راسره برخوال كړه؛ ))

له حضرت اسماء بنت عميس څخه روايت شوى، چې: له رسول اکرم مې واورېدل، چې يې ويل: پالونکيه! زه هماغه وايم، چې رور مې موسى وويل: خدايه! له کورنۍ مې يو وزير راوټاکه؛ رور مې علي. ملا مې پرې وتړه او زما په چارکې يې شريک کړه. [93]

ج) – ((وَقُل رَّبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَل لِّي مِن لَّدُنكَ سُلْطَانًا نَّصِيرًا[94]= او ووايه:(( پالونکيه! ما په (هر كا ركې) په سمه توګه ننباسه او په سمه توګه مې ترې راوباسه او ما ته له خپل لوري يو ملا تړ را پر برخه كړه. ))

 حضرت ابن عباس وايي: پر خداى قسم، چې خداى تعالى د خپل پېغمبر دعا قبول کړه او علي بن ابيطالب يې د دښمنانو پر وړاندې د ملاتړ ځواک په توګه ورډالۍ کړ. [95]

د) ((وَفِي الأَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِّنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاء وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ[96]=او په ځمكه كې يو له بل سره نښتې بېلابېلې ټوټې دي او(همداراز) د انګورو باغونه او كښتونه او د كجورو ونې دي، د ځينو بېل بېل ښاخونه له يوه ډډه پورته شوي او ځينې يې له هر ډډه يوازې يوه ونه پورته شوې وي (اوهېښنده خو لا داده چې) دا ټولې په يو اوبو خړوبېږي!او( پردې سربېره)ځينې مېوې ( د خوند، ډول او څرنګوالي له اړخه) تر نورو ښې وي، بېشكه په دې (چارو) كې هغو خلكو ته (څرګند) دلايل دي، چې له عقله كار اخلي. ))

 حضرت جابر بن عبدالله وايي: وا مې ورېدل، چې پېغمبر اکرم (ص)، علي کرم الله وجهه ته ويل: علي! خلکو له بېلابېلو ريښو ځنې دي او زه او ته له يوې ريښي يو. بيا رسول اکرم پورته آيت ولوست. [97]

هه) – ((أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إَمَامًا وَرَحْمَةً أُوْلَـئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمَن يَكْفُرْ بِهِ مِنَ الأَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهُ فَلاَ تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِّنْهُ إِنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يُؤْمِنُونَ[98]= ايا څوك چې د خپل پالونكي له لوري څرګند دليل لري او په هغه پسې د خداى له لوري شاهد هم وي او مخكې ترې د موسى د لارښود او رحمت كتاب هم و (چې پر هغه يې ګواهي وركوله (؛ نو) د هغه چا په څېر به وي، چې دغسې نه وي )؟! هغوى [=د حق پلويان اوحقيقت پال] پر هغه (چې دا ځانګړنې لري ) ايمان راوړي! او له بېلابېلو ډلو، چې څوك پر هغه كافر شي؛ نو اور يې د وعدې ځاى دى! په هغه كې شك مه كوه (چې) هغه ستا د پالونكي له لوري حق دى؛ خو ډېرى خلك ايمان نه راوړي. ))

 حضرت عباد بن عبدالله له علي کرم الله وجهه رويتوي، چې له ” أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ ” مراد رسول اکرم او په ” وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ ” کې له شاهده مراد زه يم. [99]

و) – ((وَإِن يُرِيدُواْ أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللّهُ هُوَ الَّذِيَ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ[100]= او كه وغواړي تا وغولوي؛ نو په رښتيا چې خداى تا ته بس دى، الله هماغه دى، چې په خپله مرسته او په مؤمنانو يې ستا ملاتړ وکړ))

له حضرت ابوهريره نه روايت شوى، چې رسول اکرم وويل: پر هغه شپه يې، چې اسمان ته بوتلم، و مې ليدل، چې پر عرش کښل شوي وو، بې له ما، يوازې او ايکي يو هېڅ معبود نشته، بيخي سيال نه لرم، محمد زما بنده او استازى دى او په علي مې ملاتړ کړى دى. [101]

او په دې اړه د بقرې سورت ٢٠٧ آيت نازل شوى، چې مخکې مو په شان نزول کې يې د حضرت ابن عباس روايت ولوست.

ز) – ((خِتَامُهُ مِسْكٌ وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ [102]=[چې] د مشكو مهر پرې لګېدلى دى او ددې (جنتي نعمتونو د لاس ته راوړو لپاره)دې سيالان بايد يو له بله سره عزتمنه سيالي وکړي. ))

په دې اړه حضرت جابر انصاري وايي: رسول الله دطايف په غزا کې علي راوغوښت او ورسره ګوښه شو. بيا يې وويل:خلکو! تاسې وايئ، چې له علي سره مې پسپسکې وکړې. نه ماورسره ندي کړي؛ بلکې خداى ورسره پسپسکې وکړې:” وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ “. [103]

ح)- ((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَسْبُكَ اللّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ [104]= نبي! تا او ستا مؤمنو لارويانو ته خداى بس دى (؛ يوازې پر همدوى ډډه لګوه). ))

امام صادق وايي: دا آيت د علي په حق کې نازل شوى دى. [105]

ى) – ((وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا[106]= او ووايه: ((حق راغى او باطل له منځه ولاړ(؛ ځکه) باطل له منځه تلونكى دى. ))

په دې اړه حضرت جابربن عبدالله وايي: له رسول الله سره مکې ته ننووتو، هلته ٣٦٠ بوتان ول، چې لمانځل کېدل، رسول الله لارښوونه وکړه، چې ټول راوپرځوئ. پرکعبې د هبل بوت ايښوول شوى و. رسول اکرم، علي ته وکتل او و يې ويل:

دهبل د راغورځولو لپاره، ته مې پر اوږو پورته کېږې يا زه دې پر اوږو پورته شم؟

علي کرم الله وجهه وويل:رسول الله! زه دې پر اوږو پورته کېږم. پېغمبر اکرم ټيټ شو او پر اوږو يې پورته شوم. پر هغه قسم، چې دانه يې وچووه او انسان يې پيداکړ، که غوښتل مې، چې اسمان لمس کړم؛ نو په خپل لاس مې لمسولاى شو. بيامې هبل را وغورځاوه او پاک خداى پورته آيت نازل کړ، ورپسې رسول اکرم بيت الله ته ننووت او دوه رکعته لمونځ يې وکړ. [107]

د حضرت علي کرم الله وجهه د ولايت په اړه آيتونه

الف )- ((يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلَائِكَةُ صَفًّا لَّا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرحْمَنُ وَقَالَ صَوَابًا [108]= پر هغه ورځ، چې “روح” او “پرښتې” پر يوه ليكه درېږي او هېڅوك به د لوراند خداى له اجازې پرته خبرې نه كوي او (چې خبرې كوي؛ نو) حقې او رښتيا خبرې كوي. ))

ددې آيت په اړه امام باقر وايي:

 (( په قيامت کې په تمځي او کله د حساب اخستو پر مهال له بندګانو د(( لا اله – الا الله )) کلمه له ياده وځي خو بې له هغه چې د علي پر ولايت يې اقرار کړى وي؛ لکه چې خداى ويلي دي:” إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرحْمَنُ وَقَالَ صَوَابًا “؛ خو هغه چې د علي د ولايت لاروى وي )) دوى ته د (( لا اله – الاالله )) دويلواجازه ورکړه شوې ده. ))[109]

ب)- ((عَمَّ يَتَسَاءلُونَ. عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ [110]= د څه په باب يو بل پوښتي؟! د(قيامت) د ډېر لوى خبر (په باب)!))

له ابوحمزه ثمالي روايت شوى، چې: له امام باقر نه مې ددې آيت په اړه وپوښتل. راته يې وويل:علي تل خپلو ملګرو ته ويل: پر خداى قسم، زه هغه ستر خبر يم؛ هماغه چې زماپه اړه ټولو امتونو په جلاجلا ژبو اړپيچ وکړ. پر خداى قسم، خداى ته تر ما آيت او ستر خبر نشته. )) [111]

عمروبن عاص د ((جلجليه)) په مشهوره قصيده کې د معاويه بن ابي سفيان په ټپسورۍ کې وايي:

 نصرناک من جهلنا يابن هند – على النباالاعظم الافضل

 (( دهندې بچيه! له خپلې ناپوهۍ نه مې ستاملاتړ وکړ او د هغه ستر خبر او غوره پر ضد مې ښورښ وکړ. )) [112]

ج)–((وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ[113]= او تم يې كړئ؛ (ځكه) چې پوښتلېږي. ))

ديلمي له حضرت ابو سعيدخدري ( رض) روايتوي، چې رسول اکرم وويل: (( له دې آيته مراد دادى، چې دوى د علي د ولايت په اړه پوښتل کېږي. )) [114]

د) – ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِن رَّحْمَتِهِ وَيَجْعَل لَّكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[115] = ايمانوالو! ( خپل ځانونه ) د خداى له (عذابه) وساتئ او پر استازي يې ايمان راوړئ، چې تاسې ته يې د خپل رحمت دوه برخې دركړي او تاسې ته به داسې رڼا دركړي، چې په [برکت] به يې [په دنيا او آخرت کې] پر لار سم ځئ او تاسې وبښي او خداى ډېر بښونكى مهربان دى. ))

 سعدبن طريف روايتوي، چې امام باقر د ” وَيَجْعَل لَّكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ ” په اړه وويل: (( هغه به د رڼا خاوند وي، چې د علي پر ولايت يې منګولې ښخې کړي وي. )) [116]

هه ) – )) فَوَرَبِّكَ لَنَسْأَلَنَّهُمْ أَجْمَعِيْنَ[117]= نو ستا پر پالونكي قسم، چې موږ به ( په قيامت كې) له دې ټولو وپوښتو ((

 له سدي روايت شوى، چې له دې ډلې د علي د ولايت په اړه پوښتنه ګروېګنه او کېږي. [118]

و) – ((يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ وَيُضِلُّ اللّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللّهُ مَا يَشَاء[119]= خداى مؤمنانو ته په دنيا او آخرت كې د هغوى د ثابتو ويناوو او عقيدو له مخې ټيکاو ور پر برخه كوي او ظالمان بې لارې كوي (او خپل لطف ترې اخلي) او خداى، چې څه وغواړي (او مصلحت يې وبولي)، تر سره كوي يې.

 حضرت ابن عباس وايي: ثابته وينا، د علي پر ولايت ايمان دى. [120]

ز) – ((وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَـذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الأَصْنَامَ[121]= او (دريادكړه) چې كله ابراهيم وويل:(( پالونكيه! دا ښار[=مكه ] امن كړه او ما او زما اولاد له بوت لمانځنې لرې وساته!))

له حضرت عبدالله بن مسعود څخه روايت شوى، چې: (( رسول اکرم وويل: زه مې د پلار ابراهيم هيله يم. ورته مو وويل:څنګه؟ و يې ويل: خداى ابراهيم علیه السلام ته وحې وکړه او و يې ويل: زه دې د خلکو مشر کوم، ابراهيم علیه السلام لږ خوشحاله شو او و يې ويل: خدايه! له ځوځاته مې، په څېر مې امامان هم وي؟ خداى ورته وحې وکړه: ابراهيمه:داسې ژمنه درسره نه کوم، چې وفا پرې و نه کړم. ابراهيم وويل: خدايه! هغه به کومه ژمنه وي، چې يې پوره نه کړې؟ و يې ويل: ستا د ځوځات ظالمانو ته مشرتوب نه ورکوم. ابراهيم وويل:دوى څوک دي؟ و يې ويل: ستا د ځوځات ظالمانو ته مشرتوب نه ورکوم. ابراهيم وويل. دوى څوک دي؟ و يې ويل: هغه چې زما پرځاى بوت لمانځي، د مشرتوب وړ نه دي. ابراهيم وويل: ” وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الأَصْنَامَ “. په پاى کې د ابراهيم دعا ما او علي ته راورسېده؛ ځکه موږ يوه هم، بيخي بوت ته سجده کړې نه ده؛ نو له همدې امله، خداى زه ((نبوت )) او علي (( وصايت )) ته غوره کړو. [122]

– ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ[123]= او خپل نژدې خپلوان دې وگواښه. ))

 حضرت براء بن عازب (رض) وايي: (( چې کله د ” وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ” آيت نازل شو. رسول اکرم د عبدالمطلب زامن راټول کړل، چې څلوېښت تنه نارينه وو او هر يو ډېر خوراک څښاک غوښته او علي ته يې ويل، چې د پسه ورون پوخ کړه. بيا يې دوى ته وويل:د خداى په نامه رامخې ته شئ! لس لس تنه راغلل او ځانونه يې ماړه کړل. بيا يې د شلو کټوه او يو ګړوپ يې ترې وڅښلي. ابولهب ځان د شملو مچ کړ او و يې ويل:دې سړي خو درباندې په دې چار کوډې وکړې.

 رسول الله پر هغه ورځ چوپ شو او خبرې يې و نه کړې او سبا يې بيا راوبلل او تر خوراک روسته يې وګواښل او و يې ويل: د عبدالمطلب اولادې! زه د خداى له لوري ستاسې ګواښنګرى يم او په هغه څه زيرى ورکوونکى يم، چې يو يې له تاسې ترسره کړئ. نو له دينا او آخرت مې درته راوړى دى. اسلام راوړئ او راپسې راشئ، چې هدايت ومومئ. له تاسې کوم يو، له ماسره روري کوئ، چې زما وزير، ولي او تر مرګ روسته مې وصي کېږي او په کورنۍ کې مې ځاى ډکوي او پورونه مې ورکوي؟ دوى ټول چوپ شول او آنحضرت (ص) دا خبره درې ځل وويله؛ خو بيا هم چوپ ول او علي ويل: زه! پېغمبر ورته وويل: ته يې! ډلې په پاڅېدوکې ابوطالب ته يې وويل:په زوى پسې دې ولاړ شه، چې ستا مشر يې کړ. )) [124]

ط) – ((هُنَالِكَ الْوَلَايَةُ لِلَّهِ الْحَقِّ هُوَ خَيْرٌ ثَوَابًا وَخَيْرٌ عُقْبًا[125]= هلته په ډاګه شوه، چې ولايت (مرسته او ځواك ) يوازې په حق خداى پورې اړه لري او هغه( سرايښووونكيو) ته غوره بدله وركوي او غوره پايله يې په برخه كوي. ))

امام باقر ددې آيت په اړه وويل: (( دا د حضرت علي ( ک) ولايت دى، چې خداى پرې هر پېغمبر رالېږلى دى )) [126]

ى ) – ((فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَضَآئِقٌ بِهِ صَدْرُكَ أَن يَقُولُواْ لَوْلاَ أُنزِلَ عَلَيْهِ كَنزٌ أَوْ جَاء مَعَهُ مَلَكٌ إِنَّمَا أَنتَ نَذِيرٌ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ[127]= نو ښايي ځيني آيتونه، چې تاته وحې كېږي (او د نه منل كېدو له امله يې) ته (تبلېغول) پرېږدې ( او و يې ځنډوې ) او له دې لامله سينه تنګى (او خپه) شي، وايي:(( ولې پرې كومه خزانه راتويې نه شوه او يا ولې ورسره كومه پرښته نه ده راغلې؟)) (تبليغ وكړه او مه خپه كېږه؛ ځكه) ته يوازې خبر وركوونكى يې او ” الله ” پر هر څه څارن دى (او له هغوى سره به حساب وكړي). ))

 حضرت جابر بن ارقم له خپل رور حضرت زيد بن ارقم څخه روايتوي، چې: (( جبرئيل امين، رسول اکرم ته د عرفې پر شپه د علي بن ابيطالب د ولايت له پيغام سره راغى. رسول الله په چورت کې شو، چې منافقين به يې په دروغو وګڼي. يو شمېر يې، چې زه هم پکې وم، سلا مشورې ته راوبللو، چې د حج په موسم کې دا پيغام ترسره کړو او نه پوهېدو، چې څه ووايو. رسول اکرم وژړل او جبرئيل ورته وويل:محمده! د خداى د حکم له امله په ژړا شوې؟و يې ويل:نه!؛ خو پالونکى مو پوهېږې، چې له قريشو مې څه ليدلي. زما رسالت يې و نه مانه او حکم يې راته وکړ، چې ورسره جهاد وکړم او پخپله يې له اسمانه راته لښکر راولېږه، چې زما مرسته يې وکړه؛ نو اوس څنګه ترماروسته د علي ولايت مني؟ حضرت جبرئيل ستون شو او دا آيت پرې نازل شو” فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا يُوحَى “. [128]

ک) – ((إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ[129]= ستاسې ولي او پالندوى خو يوازې خداى، د هغه پېغمبراو هغه مؤمنان دي، چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي. ))

په دې اړه له حضرت عماربن ياسر( رض) څخه روايت شوى، چې:((علي، د نفلي لمانځه په رکوع کې و، چې يو بېوزله ورته ودرېد او هغه خپله ګوته راوايسته او ور يې کړه. بېوزلى، رسول اکرم ته راغى او دا پېښه يې ورته وويله او ورپسې دا آيت نازل شو” إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ ” پېغمبر اکرم دا آيت ولوست او و يې ويل: د چاچې زه مولا يم دا علي يې هم مولا دى. خدايه دوست يې دوست وګڼې او دښمن يې دښمن. ))[130]

ل) – ((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ[131]= او پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پر تا نازل شوي، ( ټول يې خلكو ته) ورسوه اوكه داسې و نه کړې؛ نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى، خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ساتي، هو! خداى، “خداى ناپېژاندو” ته سمه لار نه ښيي. ))

له حضرت ابن عباس او حضرت جابر( رضى الله عنمها) نه روايت شوى: ((خداى تعالى، پېغمبر اکرم ته حکم وکړ، چې علي پخپلې ځايناستۍ منصوب کړي او له ولايته يې خلک خبرکړي. رسول اکرم د خلکو له پړې ډارېده، چې په ناحقه يې د خپل تره زوى وټاکه؛ نو خداى ورته وحې وکړه: ” يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ ” او د خداى رسول د خم په ډڼد کې د علي ولايت په ډاګه کړ. [132]

م) – ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا [133]= نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپله لورنه مې درته پوره كړه او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ. . . ))

ددې آيت په اړه له حضرت ابوسعيد حذري ( رض) نه روايت شوى، چې: رسول الله خلک د علي ولايت ته راوبلل او په دعا يې لاسونه پورته کړل او لا خپاره شوي نه ول، چې د ” الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا ” آيت نازل شو. سواکرم وويل: الله اکبر؛ د دين پر اکمال، د نعمت په پوره کېدو او زما په رسالت او د علي په ولايت د خداى پر خوښۍ. بيا يې خلکو ته وويل: د چاچې زه مولا يم، دا علي يې هم مولا دى. [134]

ن ) – ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً [135]= مؤمنانو! له خداى استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛ نو د منځګړتوب لپاره د) خداى [کتاب] او د رسول [سنتو] ته مخه كړئ كه ( په رښتيا ) پرخداى او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ. دا (كار) غوره او ښه پايله لري. ))   

 حضرت سليم بن قيس هلالي له حضرت علي ( ک) روايتوي، چې رسول الله وويل: (( زما شريکان هغوى دي، چې خداى هغوى له خپل ځان او ما سره راوړي دي او په اړه يې ويلي دي: ” يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ. . . . ” اوکه ډارېدئ، چې ديوه څيز په اړه مو شخړه پيداکېږي؛ نو پرېکړه يې خداى، د خداى استازي او اولوالامر ته پرېږدئ. رسول اکرم مو وپوښت: يا نبى الله! اولوالا مرڅوک دي؟ و يې ويل: ته يې لومړنى يې. )) [136]

س)- ((وَيَسْتَنبِئُونَكَ أَحَقٌّ هُوَ قُلْ إِي وَرَبِّي إِنَّهُ لَحَقٌّ وَمَا أَنتُمْ بِمُعْجِزِينَ[137]= او تا پوښتي: (( ايا هغه ( د الهي مجازاتو وعده ) حق ده؟)) (ورته) ووايه: ((هو! پر پالونكي مې قسم، چې بېخي رښتيا ده او تاسې يې مخه نشئ نيولاى. ))

امام صادق ددې آيت په اړه وويل: پاک خداى وايي: محمده! د مکې اوسېدونکې دې پوښتي، چې ايا علي بن ابى طالب امام دى؟ ووايه: هو! پر پالونکي مې قسم، چې امام دى. ))[138]

ع ) – ((وَاللّهُ يَدْعُو إِلَى دَارِ السَّلاَمِ وَيَهْدِي مَن يَشَاء إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ [139]= او خداى تاسې دارالسلام [د = سولې او سلامتيا كور] ته رابولي او څوك چې وغواړي (او وړيې وبولي؛ نو) سمه لار ورښيي. ))

 حضرت ابن عباس وايي: ” وَاللّهُ يَدْعُو إِلَى دَارِ السَّلاَمِ “؛ يعنې خداى خلک جنت ته رابولي. ” وَيَهْدِي مَن يَشَاء إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ “؛ يعنې هغوى دعلي په ولايت هدايتوي. [140]

د حضرت علي ( ک) د جهاد په اړه آيتونه

الف ) – ((وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا [141]= او خداى كافران په غوسه ستانه كړل، بې له دې، چې له خپل كاره كومه پايله تر لاسه كړي، خداى (په دې ډګر كې) مؤمنان له جګړى مړه خوا كړل (او بريا يې ور پر برخه كړه) او خداى غښتلى ناماتى دى. ))

 حضرت عبدالله بن مسعود ( رض )دا آيت داسې تفسيراوه: و کفى الله المؤمنين القتال – بعلي – وکان الله قويا عزيزا، همدراز ابن عباس وايي: د خندق په غزا کې، چې علي کرم الله وجهه عمروبن عبدود وواژه؛ نو خداى مؤمنان له جګړې مړه خوا کړل. [142]

 حضرت حذيفه ( رض ) د خندق د غزاپه اړه وايي:

((په هغه جګړه کې عمرو عبدو له خندقه را تېر شو او د رسول الله د لښکر پر وړاندې ودرېد او سيال يې وغوښت. رسول اکرم وويل: کوم يو له عمرو سره مقابله کوئ؟ يوازې علي يې پر وړاندې خپل چمتووالى اعلان کړ، راپاڅېد او پېغمبر اکرم وويل: کېنه! بيا يې ويل، کوم يو له عمرو سره مقابله کوئ؟ بې له علي بل څوک پانڅيد. رسول الله وويل: کېنه! بيا يې ويل: کوم يو له عمرو سره مقابله کوئ؟ هېڅوک پانڅيد؛ خو علي پاڅېد. رسول الله ورته وويل: هغه (( عمروعبدوو))دى. علي وويل: زه هم (( علي بن ابيطالب يم ))

رسول الله ورته خپله زغره، چې “ذات الفضول” نومېده واغوسته او خپله توره (( ذوالفقار)) يې ورکړه او خپل پټکى (( سحاب)) يې وروتاړه او ورته يې وويل: ځه ولاړ شه! چې وخوځېد؛ رسول الله ورته دعاوکړه: خدايه! تر مخکې روسته، له ښي اوکيڼ اړخ او له سره تر پښو يې وساتې.

علي ولاړ او مخامخ عمرو ته ودرېد ويې يل: څوک يې؟ عمرو وويل: ګومان نه کوم، چې په داسې ځاى کې ودرېږم، چې و نه پېژندل شم. زه عمروبن عبدو يم. ته څوک يې؟ علي ورته وويل: زه علي بن ابى طالب يم. و يې ويل: هماغه کوچنى هلک، چې د ابوطالب په غيږکې مې، ليده؟ و يې ويل:هو. عمرو وويل: پلار دې زما ملګرى و او ښه مې نه ايسي، چې و دې وژنم. علي وويل: خو ستاوژنه مې ښه ايسي. اورېدلي مې دي، چې تا يو وخت د کعبې پرده نيولې وه او له خپل عزوجل خداى سره دې ژمنه وکړه، چې که چا در ته د درې چارو اختيار در کړ؛ نو يو به يې ټاکې؟ و يې ويل: رښتيا يې ويلي دي.

علي وويل: له کومه چې راغلى يې ورستون شه! و يې ويل: نه د قريشو په خولو کې لوېږم.

علي وويل: نو زموږ په دين شه، چې څه زموږ وي، ستابه هم وي او چې څه موږ ته ورسېدل، تاته به هم ورسي. و يې ويل:نه داهم نه منم. علي وويل: ته سپوريې او زه پياده.

عمرو له سپرلۍ راکوز شو او و يې ويل: له دې ځوانه مې، چې څه وليدل له چاچې هم نه دي ليدلي. بيا يې خپل اس په لاس وواهه او څنګ ته يې کړ او لوړ دنګ علي ته ودرېد.

علي، چې په کنډوکپرځاى کې ولاړ و، وخوځيد، چې ځان ته سم ځاى پيداکړي. په دې ترڅ کې عمرو پرې د تورې ګوزار وکړ. علي په زغره ځان وساته او د توري څوکه يې په سر کې ولاړه او په همدې حال کې يې په خپل توره د عمرو دواړه پښې په تشه کړې او پر ځمکه يې راوغورځاوه او د دواړو د غږونو انګازې پورته شوې. ناڅاپه د علي د تکبير غږ پورته شو او رسول الله وويل: پر هغه قسم، چې ساه مې يې په لاس کې ده، علي، عمر ووواژه. نو لومړى تن، چې غږ يې پورته کړ، عمربن خطاب و، چې يې وليده، چې علي خپله توره د عمرو په زغره تېره کوي. عمر تکبير ووايه او و يې يل: رسول الله! هغه يې وواژه!

 علي، د عمرو سره جلا کړى و او لاسونه يې بډ وهلي ول، چې موږ ته راستون شو. رسول الله ورته ويل: علي! دا ډول تګ د خداى نه خوښېږي؛ خو همدلته.

همداراز و يې ويل: علي! پر تا دې زېرى وي، چې که د نن چار دې د محمد د امت له چار سره وسنجوي، چار دې پرې ورزياتېږي؛ ځکه د عمر و بن عبدوو په وژنې ټول مسلمانان عزتمن شول.)) [143]

ب ) – ((إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنيَانٌ مَّرْصُوصٌ [144]= په حقيقت كې د خداى هغه كسان خوښ دي، چې په لار كې يې په ټينگو ليكو كې جنګېږي؛ لكه چې هغوى له (سربو) جوړ ټينګ دېوال وي. ))

 حضرت ابن عباس وپوښتل شو: هغوى څوک دي، چې خداى تعالى يې په اړه دغسې وويل؟ و يې ويل: حمزه؛ د خداى زمرى او د رسول الله زمرى، علي بن ابيطالب، عبيدة بن حارث او مقداد بن اسود. [145]

ج) – ((وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ[146]= او محمد صلی الله علیه و آله وسلم يوازې د خداى استازى دى او تر هغه مخكې هم (نور) استازي وو؛ نو كه (هغه) ومري يا ووژل شي؛ تاسې پر شا ګرځئ؟ ( او اسلام پرېږدئ، جاهليت او كفر ته ورستنېږئ؟!) او څوك چې (له خپلې عقيدې) واوړي (؛ نو پوه دې شي، ) خداى ته هېڅ زيان نشي رسولاى او خداى به ډېر ژر شكر ايستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي. ))

 له حضرت حذيفه ( رض) نه ددې آيت په اړه نقل شوي:

(( د احد پېښه، چې وشوه، د رسول اکرم اصحاب وتښتېدل. علي او ابودجانه په خپلو تورو د رسول الله مخې ته ودرېدل او و يې ساته او مشرکان يې له رسول اکرم وشړل. خداى تعالى دا آيت راولېږه: ((وَلَقَدْ كُنتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِن قَبْلِ أَن تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ. . . . . . وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ. . . . يعنې له مرګ سره د مخېدو مخکې مو هيله کوله، دادى اوس مو وليد. . . . او خداى ډېر ژر منندويانو ته بدله ورکوي. په دې مانا، چې علي او ابودجانه ته بدله ورکوي او هم يې دا آيت يې راولېږه: ((وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ[147]= او څه ډېر پېغمبران، چې په ملاتړ كې يې ډېرى خداى پالونكي وجنګېدل او د خداى په لار كې، چې پرې كړاوونه راغلل؛ نو زړه ماتي او كمزوري نه شول ( او اېلېدو ته يې غاړه كېنښووله) او زغمونكي د خداى خوښ دي. )) 

 په دې آيت کې له زغمناکو نه مراد علي او ابودجانه دي. [148]

د ) – ((وَأَنَّهُ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَى[149]= او داچې هماغه خندول کوي او هم ژړول))

 له حضرت ابن عباسه روايت شوى، چې:خداى د بدر پر ورځ د کافرانو په وژنه، علي، حمزه او جعفر وخندول او د مکې کفار، يې په وژلو اور ته وغورځول شول؛ نو کفاريې وژړول. [150]

د حضرت علي د علم په اړه آيتونه

الف) – ((وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَسْتَ مُرْسَلاً قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ[151]= او كافران، وايي:(( ته استازى نه يې. )) ووايه: (( چې زموږ او ستاسې ترمنځ خداى او څوك چې په كتاب پوهېږي ( او پرقرآن هم خبروي ) د شاهدۍ لپاره بس دى. ))

 حضرت ابوسعيد حذري ( رض) وايي:(( رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم مې وپوښت: څوک دى هغه چې د کتاب پوهه ورسره ده؟ و يې ويل: هغه مې رور؛ علي بن ابى طالب دى. ))[152]

ب) – ((إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِينَ[153]= بېشکه په دې (عبرتناكه پېښه) كې هوښيارانو او اشارت پوهو ته نښې دي. ))

 جابر جعفي له امام باقرڅخه روايتوي: (( حضرت علي ( ک) دکوفې په جومات کې و، چې يوه مېرمن ورته راغله او له خپل مېړه يې شکايت وکړ. امام يې د مېړه په ګټه پرېکړه وکړه. ښځه په غوسه شوه او و يې ويل: پر خداى قسم، منځګرتوب دې په ناحقه دى، پرېکړه دې بې توله او حکمت دې ناعادلانه دى، الهي محکمې ته دې را کاږم. حضرت علي کرم الله وجهه ورته لږ وکتل او و يې ويل: بدخوى، بدخوى او بدچارې! دروغ دې وويل: ښځه ناڅاپه وتښتېده، عمروبن حريث ځان ورساوه او ورته يې وويل: له علي سره دې خبرې اترې وکړې او هغه ځواب درکړ او وتښتېدې؟

و يې ويل: پر خداى قسم، علي زه له هغه حقيقته خبرکړم، چې له مېړه مې د واده له پيله پټ کړى و. عمرو، اميرالمؤمنين ته راستون شو او اورېدلي يې ورته وويل: اميرالمؤمنينه! په کوډو دې نه پېژنم. امام ورته وويل: پر تا افسوس! داچې څه دې له ما وليدل، کوډې نه دي؛ بلکې خداى په قرآن کريم کې ويلي دى: ” إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِينَ”. رسول اکرم پخپله ژور انديال و، او تر هغه روسته زه او تر ما روسته زما له ځوځاته امامان ټول ژور اند يالان يو او چې هغې ښځې ته مې وکتل؛ نو له خپلې څېرې مې باخبره کړه. [154]

 ج) – ((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ[155]= او تر تا مخکې مو (هم) يوازې سړي لېږلي، چې وحې مو ورته کوله؛ نو که نه پوهېږئ (د کتابيانو) پوهان وپوښتئ (چې تعجب و نه كړئ، دا سلام پېغمبر يوازې له همدې سړيو رالېږل شوى دى) ))

 په دې اړه حرث وايي: ددې آيت په اړه مې علي وپوښت؛ و يې ويل: پر خداى قسم، چې موږ (( اهل ذکر)) يو، موږ (( اهل علم )) يو او مونږ د ((تاويل کان )) يو، پخپله مې له رسول اکرمه واورېدل، چې يې ويل: زه د علم ښار يم او علي يې وردى او چې څوک علم غواړي؛ نو له ورۀ دې يې ورننوځي. ))[156]

د)- ((لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ[157]= چې دا(پېښه) درته پند وګرځوو او اورېدونكي غوږونه يې واوري (اوپرې پوه شي). ))

 په دې اړ له علي بن حوشب روايت شوى، چې: له مکحول مې واورېدل، چې يې ويل: رسول اکرم د ” وَتَعِيَهَا ” آيت ولوست او و يې ويل: علي! له خداى مې غوښتي، چې دا اورېدونکى غوږ ستاغوږ وي. علي وويل: تردې روسته مې چې د رسول اکرم هر حديث او خبره اورېدلې، هېره کړې مې نه ده. [158]

همداراز له حضرت بريده اسلمي روايت شوى، چې وا مې ورېدل، چې نبي کريم (ص) علي کرم الله وجهه ته ويل: علي! خداى راته حکم کړى، چې رانژدې دې کړم او لرې دې نه کړم، دروښيم يې او زده يې کړې. د خداى حکم دى، چې ته اخستونکى او ساتونکى شې، روسته د ” وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ “آيت نازل شو. [159]

په قيامت کې د حضرت علي ( ک) د مقام په اړه آيتونه

 الف ) ((وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى الأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلاًّ بِسِيمَاهُمْ وَنَادَوْاْ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَن سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ[160] = او د هغوى ترمنځ پوله ده او پر سر (اعراف) يې داسې سړي وي، چې هر يو يې له څېرو پېژنې او پر جنتيانو، چې لا تر اوسه جنت ته نه دي ننووتي(؛ خو ورته) هيلمن دي، غږ کوي: (( سلام پر تاسې!))

ابن حجر، [161]له ثعالبي راخلي، چې پخپل تفسير کې يې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې اعراف د صراط يو لوړ ځاى دى، چې عباس، حمزه، علي او جعفر طيار ورباندې دي او دوستان يې په نوراني څېره او دښمنان يې په تته او خړه څېره پېژني.

ب) – ((الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ طُوبَى لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ[162]= هغوى چې ايمان راوړى دى او ښه كارونه يې وكړل، نېکمرغي يې په برخه او ښه ځاى ته يې ورتګ دى. ))

 په دې اړه له امام کاظم عليه السلام نه روايت شوى چې: رسول کريم وپوښتل شو: طوبى څه ته وايي؟ و يې ويل: يوه ونه ده، چې بېخ يې زما په کور کې او څانګې يې د جنتيانو پر سرونو دي. بيا يې وپوښتل؛ و يې ويل: دا ونه دعلي په کور کې ده: څرنګه؟ و يې ويل: زما او د علي ځنتي کور په يوه ځاى کې دى.

 ج) – ((وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ. ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ[163]= پر هغه ورځ به ځينې مخونه ځلېږي، خندان او خوښ به وي. ))

 ددې آيت په اړه له حضرت انس بن مالک څخه روايت شوى چې:

له رسول اکرم مې وپوښتل: څوک ” وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ ” دي؟

 و يې ويل: انسه! مراد ترې زموږ د عبدالمطلب د اولادې څېرې دي: زه، علي، حمزه، جعفر، حسن، حسين او فاطمه، هغه مهال، چې د قيامت پر ورځ له خپلو قبرونو راوځوو او زموږ د څېرو رڼاګانې به د ټکنده غرمې د لمر په څېر وي. خداى تعالى ويلي: ” وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ”؛ يعنې رڼابه مو د قيامت سيمه رڼا کړي. له ” ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ ” آيته مراد موږ يو؛ يعنې خداى، چې د کوم ثواب ژمنه راسره کړې پرې خندني او خوشحال يو. [164]

د) – ((إِنَّ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي آيَاتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَا أَفَمَن يُلْقَى فِي النَّارِ خَيْرٌ أَم مَّن يَأْتِي آمِنًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ[165]= په حقيقت كې هغوى چې زموږ آيتونه (په پوهېدنې، مانا او ښوونه كې) اړوي، له موږه پټ نه دي، ايا څوك چې په اور كې غورځول كېږي، غوره دى که هغه چې د قيامت پر ورځ محشر ته ډاډمن راځي؟ څه چې غواړئ، و يې كړئ، بېشکه هغه مو د کړنو ليدونکى دى. ))

 له حضرت ابن عباس نه روايت شوى، چې: هغه چې په اور کې غورځول کېږي، وليدبن مغيره دى او هغه چې د خداى له عذاب او غوسې خوندي محشر ته راځي؛ علي بن ابيطالب دى. [166]

هه) – ((إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي ظِلَالٍ وَعُيُونٍ[167]=په حقيقت كې (پر هغه ورځ ځان ساتي) پرهيزګاران (د جنتي ونو) تر سيورو لاندې او د چينو (په غاړه كې) دي))

په دې اړه حضرت ابن عباس وايي: پرهيزکاران هغوى دي، چې له شرک، کوچني او لويو ګناهونو ډډه کوي. هغوى علي، حسن و حسين دي، چې تر شنو ونو لاندې په ګوهري کېږديو او د بلورينو چينو ترڅنګ اوسېږي. [168]

و) – ((فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ. فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ[169]= نو (پر هغه ورځ) چې د چا (دكړنو) تلې درنې شي؛ نو په ښه ژوندكې به وي. ))

 په دې اړه حضرت ابن عباس وايي: د قيامت په تله کې لومړى تن، چې نېکۍ به يې پر بديو ورزياتېږي علي بن ابيطالب دى. په تله کې يې يوازې نېکۍ دي او د بديو تله يې تشه پاتېږي؛ ځکه يوه شېبه يې د خداى له حکمه سرغړونه کړې نه ده. [170]

ز) – ((وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ[171]= او هر څوك (په داسې حال كې محشر ته) راځي، چې سيخوونکى او شاهد به ورسره وي. ))

 له حضرت ام سلمه بي بي روايت شوى، چې: پر هغه ورځ رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم سوقوونکى او حضرت علي ( ک) ګواهي ورکوونکى دى. [172]

 

حضرت علي د “والعصر” په سورت كې

له حضرت ابن عباس څخه روايت دى: له “والعصر ان الانسان لفى خسر” نه مطلب “ابوجهل”دى او له ” الا الذين آمنو و علمو الصالحات و تواصو بالحق و تواصو بالصبر” نه مطلب “حضرت علي” دى[173].

څښتن د پېغمبر اکرم پر آل سلام وايي

((سَلَامٌ عَلَى إِلْ يَاسِينَ [174]))

له حضرت ابن عباس څخه د پورتني آيت په هکله روايت دى:له ” آل ياسين ” نه مطلب ” آل محمد” دي[175].

دویمه برخه

حضرت علي کرم الله وجهه په نبوي احادیثو کې

د علي کرم الله وجهه زوکړه په کعبه کې وه او پخپله د کعبې په څېر دى

مستدرک الصحيحين[176] وايي: د ا خبره تواتر ته رسېدلې، چې فاطمې بنت اسد علي په کعبه شريفه کې وزيږاوه.

نورالابصار[177] وايي: علي په مکه کې په بيت الحرام کې وزيږېد _ او دا زوکړه د يو قول له مخې د جمعې پر ورځ، د رجب د مياشتې په ديارلسم، تر عام الفيله دېرش کاله روسته وه (؛ يعنې د رسول اکرم تر زوکړې دېرش کاله روسته او ديارلس کاله او د بېلابېلو روايتونو له مخې 12 کاله، لس کاله تر بعثته مخکې و او ترې مخکې او نه روسته د چا زوکړه په کعبه کې نه وه، چې دا خبره ابن صباغ هم کوي.

کنزالحقايق[178] له رسول الله رانقل کړي، چې و يې ويل:

((علي! مقام دې د کعبې په څېر دى.))

اسد الغابه[179] په خپل سند له صنالجي له علي روايت کړى چې و يې ويل: رسول اکرم وويل: ته د کعبې په څېر يې او ټول بايد درشي؛ خو ته به په چا پسې نه ځې. ( د حديث تر پايه).

حضرت علي داسې ځانګړنې لري، چې بل يو مسلمان يې هم نه لري: علي لومړى تن و، چې اسلام يې ومانه، په كعبه كې زيږېدلاى؛ نوځكه ډېر مورخان او څېړونكي ورته د كعبې زوى وايي. [180]

ابوالحسن علي بن محمد خطيب، چې شافعي فقيه دى او په ابن مغازلي واسطي مشهور دى، په (المناقب) او ابن بطريق د العمرة په ١٤ مخ کې ليکي، چې فاطمه بنت اسد، حضرت عليکرم الله وجهه د کعبې په خونه کې زيږولى، داسې چې نوم يې غوڅ شوى، پاک او سوتره و، همدارنګه حاکم نيشاپوري د مستدرک الصحيحين په (۳/٤٨٣) کې وايي، دا خبر په تواتر سره راغلې، چې فاطمې د اسد لور، حضرت علي د کعبې په دننه کې زيږولى دى.

ابن مغازلي په (المناقب) کې يو حديث روايت کړى، چې سند يې حضرت علي بن الحسين(رض) ته رسي، چې ويلې يې دي: موږ د پېغمبر اکرم(ص) زيارت ته تللي وو، له پلار سره مې ناستوم او هلته ډېرې ښځې هم ناستې وې، ناڅاپه راته يوې ښځې مخه کړه، ما ورته وويل: د خداى رحمت دې درباندې وي، ته څوک يې؟ ځواب يې راکړ، زه زبيده د قريبه بن عجلان لور د بني ساعده له ټبر ځنې يمه. ورته مې وويل: آيا څه لرې، چې ماته يې روايت کړې؟ و يې ويل: ما ته مې مور( ام عماره د عبادة بن نضلة بن مالک بن عجلان ساعدي لور) روايت کړي، چې يوه ورځ د عربو ښځې ناستې وې او زه هم پکې وم، په دې وخت کې ابوطالب خپه او زړه نيولى راغى، هغه ته مې وويل: اى ابوطالبه! ولې داسې يې؟! و يې ويل: فاطمه بنت اسد د زوکړې په حال کې ده، بيا يې لاس پرمخ کېښود، موږ هلته وو، چې ناڅاپه محمد صلی الله علیه و آله وسلم راغى، ورته يې وويل: اى تره څه درباندې شوي؟ ځواب يې ورکړ: فاطمه بنت اسد د زوکړې(په درد اخته ده) له درده نارې سورې وهي ابوطالب يې له لاسه ونيو او له فاطمې سره د کعبې خوا ته ولاړل او په کعبه کې يې کېنوله، بيا يې فاطمې ته وويل: د خداى په نامه کېنه. فاطمه وايي: همدا مهال سخت درد راباندې راغى، چې زوى مې وشو؛ نوم يې تيار غوڅ شوى و، پاک او سوتره و او کله مې دده په څېر ښايست او ښکلا نه وه لېدلې، ابوطالب پرې (علي) نوم کېښود، پېغمبر(ص) هغه راواخسته او د فاطمې کور ته يې ورساوه.

حضرت علي بن الحسين(رض) وويل: دا څه مې چې واورېدل، له ټولو اورېدلو څيزونو څخه راته ډېر غوره وو؛ يعنې د حضرت علي د زوکړې کيسه راته ډېره په زړه پورې او تر ټولو څيزونو غوره وه.

رسول الله (ص)، علي روزنې ته بوت

مستدرک الصحيحين[181] په خپل سند له مجاهد ابن جبر ابي الحجاج څخه روايت کړى، چې و يې ويل: خداى علي ته دا نعمتونه ورکړل:د رسول اکرم په لمنه کې وروزل شو؛ په هغو ورځو کې، چې قريش په تنګسه کې ول او د ابوطالب هم واړه زاګه ډېر ول؛ نو رسول اکرم خپل تره حضرت عباس ته _ چې د نورو بني هاشمو په پرتله يې واړه کم ول _ وويل: اباالفضله! رور دې ابوطالب واړه ډېر لري او نور خلک هم ويني، چې په تنګسه کې دى؛ نو راځه چې ورشو او د وړو پېټې يې لږ له اږو ورته کم کړو او ته هم ترې يو زوى راوړه او زه به هم ترې يو زوى راوړم. عباس ورته وويل: ډېر ښه وړانديز دى او د ابوطالب د کور پر لور شول او ورته يې وويل: تر هغه چې خداى له دې تنګسې نه يې راايستى؛ نو غواړو د وړو پېټى دې يو څه سپک کړو. ابو طالب ورته وويل: عقيل ما ته پرېږدئ او نور ستاسې؛ نو بيا رسول اکرم علي په غېږ کې راونيو او عباس جعفر په غېږ کې راونيو او په پايله کې علي به تل رسول اکرم سره و، چې خداى محمد پېغمبرۍ ته وټاکه او علي پر پېغمبر ايمان راوړ او جعفر هم له عباس سره و، چې اسلام يې راوړ او له هغه مړه خوا شو.

د حضرت علي کرم الله وجهه د فضايلو ډېرښت

رياض النضره[182] وايي: له حضرت عمر څخه روايت دى، چې وايي: رسول اکرم وويل: ((يو پلټونکى هم د علي د ځانګړنو په څېر ځانګړنه تر لاسه کولاى نشي؛ علي هدايت غواړي، حق ته ورسيخوي او له هلاکته يې ژغوري او بې لارۍ له بې لارۍ باسي ))

مستدرک الصحيحين[183] په خپل سند له محمد بن منصور طوسي روايت کړى، چې وايي: ما له احمدبن حنبل څخه واورېدل، چې و يې ويل: د رسول اکرم د يو صحابي فضايل هم د علي هومره نه دي نقل شوي.

احمدبن حنبل او اسماعيل بن اسحاق قاضي: د رسول اکرم د اصحابو د فضيلت په باب، چې په سمو اسنادو کوم روايتونه راغلي، د علي هومره د يوه صحابي په باب هم نه دي راغلي[184].

څښتن خپل استازى په علي کرم الله وجهه تاييد کړ

د بغداد تاريخ[185] په خپل سند له انس بن مالک څخه روايت کړى، چې و يې ويل: رسول اکرم وويل: معراج ته چې يې بوتلم؛ نو پر عرش يې ليکلي وو: لا اله الا الله محمد رسول الله ايدته بعلي؛ يعنې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد يې استازى دى او په علي مې تاييد کړ.

سيوطي په درالمنثور کې تر (( سبحان الذي اسرى بعبده ليلا من المسجد الحرام ))آيت لاندې ليکي: ابن عدى او ابن عساکر له انس بن مالک څخه روايت کړى، چې ويل يې: رسول اکرم وويل: معراج ته يې چې بوتلم؛ نو پر عرش يې ليکلي ول: لا اله الا الله محمد رسول الله ايدته بعلي؛ يعنې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد يې استازى دى او په علي مې تاييد کړ [186].

د حضرت علي ايمان تر ټولو پياوړى و

کنزالعمال[187] له رسول الله رانقلوي، چې و يې ويل: که ټول اسمانونه او ځمکه د تلې په يوه تله کې او د علي ايمان په بله کې کېښوول شي؛ نو د علي ايمان به ترې درون وي. ( له ديلمي او ابن عمر نه نقل دى ).

حضرت علي د رسول اکرم په څېر لمونځ کاوه

صحيح بخاري[188] په خپل سند له مطرف بن عبدالله روايت کړى، چې و يې ويل: په علي ابن ابي طالب پسې مې لمونځ وکړ او عمران بن حصين هم راسره و، سجده يې چې کوله؛ نو تکبير يې وايه او چې سر يې هم راجيګاوه، تکبير يې وايه او چې له دويم رکعته پاڅېد؛ نو هم يې تکبير ووايه. تر لمانځه روسته، عمران له لاسه ونيوم او را ته يې وويل: دې لمونځ د رسول اکرم لمونځ راياد کړ ( او يا يې ويل ) د رسول اکرم لمونځ مو ورسره وکړ.

د حضرت علي د څېرې ښکلا

استيعاب[189] وايي: څو ځانګړنې مې په علي کې وليدې، چې غوره دي: 1_ ونه يې مناسبه وه؛ نه اوږده وه او نه لنډه 2_غټې او تورې سترګې يې درلودې3_مخ يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده 4_ګېډه يې مخکې راوتې وه 5_چهار شانه و 6_ د لاس ورغوي يې غوښن و 7_ ښايسته ورمېږ يې درلود 8_ پر مخامخ کوپړۍ يې وېښتان نه وو 9_ سر يې يوازې له شا وېښتان درلودل 10_ ډکه ږيره يې درلوده 11_اوږه او د اوږې هډوکي يې پلن ول12_ لاسونه يې داسې ول، چې مټ يې له ساعده نه ښکارېده؛ بلکې يکسره وو 13_پر لار چې ته؛ نو بدن يې کږېده 14_ څوک به يې چې له مټه ونيو؛ نو ساه به يې بنده شوه 15_لږ چاغ و 16_د لاس پنجه او مټ يې غښـتلي وو 17_پر لار چې ته؛ نو هروله به يې کوله 18_پياوړى، ارام او مېړنى زړه يې درلود 19_ له هر دښمن سره به چې مخ شو؛ نو له غيبو به ورسره مرسته کېده.

ځينو وپوښتل: رسول الله! علي به څنګه وکړاى شي د الحمد لواء يوسي؟ رسول اکرم وويل:څنګه به يې نشي وړاى، حال داچې خداى ورته ښايسته ځانګړنې ورکړي؛ زما په څېر صبر لري او د يوسف د ښکلا په څېر ښکلا لري او د جبراييل د قوت په څېر قوت لري[190].

رياض النضره[191] له حضرت عباس څخه روايت رانقل کړی، چې ويلي يې دي: رسول اکرم وويل: څوک چې غواړي د ابراهيم زغم، د نوح حکم او د يوسف ښکلا وويني؛ نو علي ته د وګوري. (د ملا له سيرته راخستل شوى دى )

کنزالعمال[192] له عبد خير نه روايت رانقل کړی دى، چې و يې ويل: علي څلور ګوتې درلودې، چې پر ګوتو کولې يې، چې يوه يې له ياقوتو وه، چې موخو ته ورسي، يوه فيروزه وه، چې پر دښمن بر لاس شي او يوه چيني اوسپنه وه، چې غښتلى شي او يوه د عقيق وه، چې له بلا ګانو بچ پاتې شي د ياقوتو پر ګوته يې ليکل شول ول: لا اله الا الله الملک الحق المبين او پر فيروزه يې ليکل شوي ول: الله الملک او پر چينې حديد يې ليکلي وو: العزة الله. او پر عقيقو يې درې کرښې ليکلې وې: 1_ماشاءالله 2_لا قوة الا باالله 3_استغفر الله.

د حضرت علي القاب او کنيې

صحيح بخاري[193] په خپل سند له ابي حازم څخه روايت کړى دى، چې ويلي يې دي: يو سړى سهل بن سعد ته ورغى او و يې ويل: پلانکيه! _؛ يعنې اى د مدينې اميره _ پر منبر علي ته کنځلې کوئ!؟ پوښتنه يې وکړه: مثلا څه ورته وايي؟ و يې ويل: وايي: علي ابوتراب دى، سهل وخندل او و يې ويل: پر خداى قسم دا هغه کنيه ده، چې رسول اکرم ورکړې ده او د علي هم دا کنيه تر ټولو کنيو ښه راتله؛ نو زه هم چې هلته ناست وم او اورېدونکى وم، ومې ليدل چې د حديث د زده کړې ښه وخت ګوتو ته لاس ته راغلى؛ نو ومې پوښتل: ابن عباسه! ددې کنيې کيسه څه ده؟ و يې ويل: يوه ورځ علي فاطمې بي بي ته راغى او څو شېبې روسته ووت او په جومات کې پر خاورو څملاست؛ رسول اکرم فاطمه وپوښتله: د تره زوى دى چېرته دى؟ بي بي ويل: په جومات کې دى؛ نو پېغمبر اکرم هم ورپسې ووت او جومات ته چې راغى؛ نو ويې ليدل، چې علي پر ځمکه پروت او څادر يې پر ځان را خپور کړى او شا يې پر خاورو ککړه شوې ده او رسول اکرم يې له شا ورته خاورى لرې کولې و يې ويل: پاڅه ابوترابه! او دا يې دوه ځل وويل.

خصايص امام نسائي[194] په خپل سند له حضرت عمار بن ياسر نه روايت رانقل کړی، چې و يې ويل: له علي سره د عشيره په جګره کې ملګرى وم او رسول اکرم يوه مياشت هلته پاتې شو او له بني مدلج او د هغوى له هم ژمنو سره يې سوله وکړه؛ نو بيا علي راته وويل: اباالقيظانه! غواړې د بني مدلج څو کسانو ته چکر ور ووهو؟ و مې پوښتل: چېرته دي؟ علي: هماغه چې په خپله چينه کې کار کوي؛ راځه چې پر کار کولو يې پوه شو؛ نو ورغلو او د هغوى کار مو وليد او هماغلته خوب راغى؛ هماغلته تر يوې ونې لاندې چې پر ځمکه يې واخه نه وو او وچې خاورې وې، څملاستو او ويده وو، چې رسول اکرم را پاسولو؛ نو موږ په داسې حال له خوبه را ويخ شو، چې پر خاورو ککړ وو، چې رسول اکرم علي ته وويل: ابوترابه! څومره پر خاورو ککړ يې، بيا يې وويل: آيا غواړئ له ددو بدمرغو مو خبر کړم؟ ورته مو و ويل: ولې نه رسول الله!

رسول اکرم وويل: يو يې د ثمود احمير و، چې د حضرت صالح اوښه يې اوټاوه کړه او دويم يې هغه کس دى، چې تا به پردې ځاى وهي او بيا يې خپل لاس پر خپل تندي کېښود او بيا يې خپل لاس پر خپله ږيره کېښووه او و يې ويل: چې دا به پر وينه ککړه شي.

هيثمي[195] له حضرت ابن عباس څخه روايت رانقل کړی، چې کله رسول اکرم د ددو بدوي اصحابو ترمنځ رورولي وکړه؛ نو علي يې له يو صحابي سره هم رور نه کړ، چې دې کار علي خپه کړ او په خپګان يې لاس تر سر لاندې کړ او څملاست او پر هغه ورځ باد هم لګېده او علي يې په خاورو کړ، چې پېغمبر اکرم يې په لټه کې و، چې هغه يې په دې حال وموند او را ويښ يې کړ او ورته يې وويل: پاسه! تاته به له دې بله غوره کنيه نه وي، چې درته ووايم: ابوترابه! علي له ما خپه شوى يې، چى ته مې نه له انصارو سره رور کړې او نه له مهاجرو سره او له هيچا سره مې رور نه کړې؟ خوښ نه يې، چې داسې راته يې؛ لکه هارون، چې موسى ته و؛ خو پر دومره توپير، چې تر ما روسته به خداى بل استازى نه رالېږي؟! علي! يوازې هغه به درسره مينه کوي، چې بشپړ ايمان رانغاړلى وي او څوک چې درسره دښمني کوي؛ نو خداى به يې د جاهليت پر مرګ مړ کړي.

حلية الاولياء[196] په خپل سند له جابر څخه روايت رانقل کړی دى، چې ويلي يې دي:رسول اکرم علي ته وويل: سلام دې پر تا وي اى زما د دوو ريحانو پلار! زه درته د خپلو دوو ريحانوسپارښتنه کوم، چې په دنيا کې ورسره نېک چلن وکړې، چې ډېر ژر به ستا دوه رکنه ورژېږي او خداى پر تا زما ځايناستى دى؛ نو چې کله رسول اکرم له دنيا سترګې پټې کړې؛ نو علي وويل: له هغو دوو مې يو ورژېده او بي بي فاطمې، چې له دنيا سترګې پټې کړې؛ نو و يې ويل: دا مې دويم رکن و، چې ورژېده او رسول اکرم ترې خبر کړى وم.

نورالابصار[197] وايي: اما د علي القاب: مرتضى، حيدر، امير المؤمنين او همداراز “انزع البطين” دى او کنيه ګانې يې يو “ابوالحسن”، “ابوالسبطين” او يو يې “ابوتراب” دى، چې دا کنيه پرې رسول اکرم ايښې وه.

رياض النضره[198] وايي: څو نور لقبونه هم لري: 1_بيضة البد 2_امين 3_شريف 4_هادي 5_مهتدي 6_اذن و اعيه 7_ حيدره؛ ځکه په يوه روايت کې راغلي: علي په خپل حماسي شعر کې وويل: ( انا الذي سمتنى امى حيدره؛ يعنې زه هغه يم، چې مور مې راباندې حېدره کېښود ) تردې چې وايي: د حيدره ټکى د زمري پر مانا دى او چې کله علي وزيږېد؛ نو مور يې فاطمې بنت اسد پرې د خپل پلار نوم اسد کېښود او بيا د مېړه يې دا نوم خوښ نه شو او د علي نوم يې پرې کېښود.

البته د علي نو ر القاب هم شته؛ لکه يعسوب الدين، امام المتقين او قائد الغرالمحجلين او نور، چې په نورو څپرکيو کې به ورته اشاره وشي.

علي؛ حجة الله، سيدالاصحاب او سيد العرب دى

 رسول اکرم، چې علي وليد؛ نو ورته يې وويل: ( دا چې را روان دى، په قيامت کې پر امت زما حجت دى. [199]))

د بغداد تاريخ[200] په خپل سند له هارون الرشيد څخه روايت کړى، چې وايي: يوه ورځ له علي بن ابيطالب سره وم، چې د علي بن ابيطالب خبره رامنځ ته شوه، چې مهدي وويل: پلار مې له نيکه او هغه هم له پلاره له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې و يې ويل: له رسول الله اصحاب راتاو ول، چې علي راننووت، چې رسول اکرم ورته وويل: ته د دوى عبقرى يې او بيا يې په خپله د مهدي مانا وکړه؛ يعنې ته يې مشر يې او زما د اصحابو سيد يې.

مستدرک الصحيحين[201] په خپل سند له سعيد بن جبير له عايشې بي بي روايتوي، چې وايي: پېغمبر اکرم وايي:زه د آدم د اولادې ښاغلى او علي د عربو ښاغلى دى.

 حاکم د يو بل روايت تر نقلولو روسته وايي: دا حديث يو بل شاهد لري او هغه د جابر حديث دى، چې وايي: پېغمبر اکرم وايي:ووياست چې د عربو ښاغلى راشي. عايشې بي بي وويل: رسول الله! مګر تاسې په خپله د عربو ښاغلى نه ياست؟ رسول اکرم وويل: زه د آدم د اولاد ښاغلى او علي د عربو ښاغلى دى.

((رسول اکرم علي ته سيد العرب ووايه. [202]))

 

علي

سيدالمسلمين، اميرالمؤمنين، امام المتقين، قائدالغر المحجلين، فاروق الامة و يعسوب الدين دى

مستدرک الصحيحين[203] په خپل سند له عبدالله بن اسعد بن زراره له پلار څخه روايتوي، چې رسول اکرم وويل: (( د علي په اړه ما ته درې عنوانه وحې شوې؛ ړومبى: هغه د مسلمانانو ښاغلى، دويم: د متقيانو امام او درېیم: قائدغرالمحجلين دى ))

ابي مسعر وويل: د علي مخې ته سره او سپين زر ايښي ول، چې ورننووتم، و يې ويل: زه د مؤمنينو يعسوب يم او دا د منافقينو يعسوب دى، مؤمنين ما ته پناه راوړي او منافقان دې ته[204].

حلية الاولياء[205] په خپل سند له حضرت ابن عباس له رسول الله روايتوي، چې وايي: د (يا ايها الذين آمنوا) آيت په سر کې علي دى. ))

 ((رسول اکرم علي له مټو نيولى و او پر لوړ غږ يې وويل: (( هذا امير البررة؛ قاتل الفجرة، منصور من نصره، مخذول من خذله. [206]))

‎پېغمبر اکرم (ص) وويل: (( انا مدينة العلم و على بابها فمن اراد البيت فليات الباب. ))؛ يعنې زه د علم ښار او علي يې ور دى؛ نو که څوک کور ته ننوځي؛ نو له وره دې ننوځي. [207]))

حلية الاولياء په خپل سند له انس بن مالک څخه روايتوي، چې وايي: رسول اکرم ولېږلم، چې ابابرزه حاضر کړم او چې ورسره راغلم؛ نو ورته يې مخ کړ، و يې ويل: ابا برزه! رب العالمين راسره د علي بن ابيطالب په اړه ژمنه کړې، چې بايد ابلاغ يې کړم؛ هغه د هدايت مخکښ، د ايمان منار، زما د اولياوو امام او زما د لارويانو ولي دى. ))

د حضرت علي عدالت، پاکلمنتوب او تقوى

حلية الاولياء[208] په خپل سند له عبدالملک ابن عمير روايتوي، چې وايي: د ثقيف د ټبر يو سړى راروايتوي، چې زه حضرت علي بن ابيطالب د عکبر د سيمې واکمن کړم او راته يې وويل: ماسپښين ما ته راشه. زه ورغلم؛ خو د کور د وره مخې ته يې ساتندويان نه وو او و مې ليدل، چې په کور کې ناست او ورسره د اوبو کاسه او کوزه ده او غږ يې کړ: هغه زما ظبيه ( هغه انبانه چې د اوسۍ له پوټکي جوړېږي او وېښتان ترې نه وي غوڅ شوي ) راوړئ. ما له ځان سره وويل: زه ورته امين ښکارم او غواړي ګران بيه مرغلله راسره امانت کېږدي؛ خو کله يې چې مهر او موم هخوا کړل؛ نو و مې ليدل، چې زږه وړه پکې دي؛ يو څه يې ترې راواخستل او په کاسه کې يې واچول او پر اوبو يې خيشته کړل او بيا يې وخوړل؛ نو ما خوله بنده و نشوه ساتلاى او ورته مې وويل: په عراق کې د نعمت له دې دومره پراخۍ سره دا څه دي، چې تاسې يې خورئ. و يې ويل: پر خداى چې د کنجوسۍ له مخې دا انبانه نه موموم؛ خو د خپلو خوړو حساب له ځان سره لرم؛ وېرېږم، چې له مودې مخکې خلاص شي او بيا د کورنۍ عذر د نور خلکو د خوړو په خوړولو کې موجه شي او ما و نه غوښتل پر حلال او پاک رزق سربېره نور خواړه په ګېډه کې واچوم.

 حلية الاولياء[209] په خپل سند له هارون بن عنتره له پلاره روايتوي، چې وايي: په خورنق _ د عراق يوه سړه سيمه ده _ کې حضرت علي بن ابيطالب ته ورغلم او و مې ليدل، چې يوازې يو څادر لري او له سړو ړچېږي؛ نو ورته مې وويل: اميرالمؤمنينه! خداى تا او کورنۍ ته دې دومره مال درکړى او تاسې پر خپل نفس داسې کوئ. و يې ويل: پر خداى چې ستاسې له مال مې هېڅ هم نه دي اخستي او دا څادر هم چې ګورې له کوره _ او يا يې وويل: _ له مدينې مې له ځان سره راوړى دى. په هماغه کې يو بل روايت دى چې وايي: خواړه به يې هم له مدينې راتلل.

حلية الاولياء[210] په خپل سند له ابي عمرو بن علاء له پلاره روايتوي، چې يوه ورځ علي په خطبه کې وويل: قسم پر هغه خداى، چې بې له هغه بل معبود نشته، چې ستاسې له بيت الماله مې هېڅ هم نه دي اخستي او نه مې ځان ته زېرمه کړي؛ پرته له دې _ خپل لاس يې په لستوڼي کې کړ او يوه خالي هنداره يې راوايسته _ چې ازاد شوي مې راته په ډالۍ کې راوړې ده.

اسدالغابه[211] په خپل سند له عبدالملک بن عمير روايتوي، چې وايي: د ثقيف د ټبر يو سړي راروايت کړل، چې حضرت علي بن ابيطالب د سالور د ښار د مالياتو د راټولولو دنده ورکړه او راته يې وويل: څوک د مالياتو اخستو لپاره پر کوړه و نه وهې او له رزق يې زکاة مه اخله او د اوړي او ژمي له جامو او له سپرلو هم ماليات مه اخله، چې پرې سپرېږي او څوک د پېسو اخستو په موخه ولاړ مه ساته. ورته مې وويل: اميرالمؤمنينه! داسې چې تاسې وياست؛ نو څنګه تش لاس چې ځم؛ نو همداسې تش لاس به راستون شم. راته يې وويل: که راستون شوې؛ نو څه به وشي؟ پر ځان ووېرېږه! موږ دنده لرو، چې په اضافه مال کې ترې زکات واخلو.

صواعق محرقه[212] له ابن عساکر روايتوي، چې وايي: چې کله عقيل ( د علي رور ) له علي د مرستې غوښتنه وکړه، چې بېوزله يم او اړين يم؛ نو علي ورته وويل: صبر وکړه، چې له نورو مسلمانانو سره يو ځاى دې تنخواه واخلې. عقيل ټينګار وکړ. علي يو سړي ته وويل: له لاسه يې ونيسه (؛ ځکه عقيل ړوند و ) او بازار ته يې يوسه او ورته ووايه، چې د دوکانونه قلفونه مات کړي او څه يې چې خوښه وي، را اوچت دې کړي. عقيل وويل: غواړې سبا مې د غلا پر جرم بندي کړې. علي وويل: لکه څنګه چې ته غواړې سبا ما د غلا پر جرم مواخذه کړې؛ ځکه غواړې د مسلمانانو مال راواخلم او تا ته يې درکړم. عقيل وويل: اوس چې داسې شوه؛ نو زه هم معاويه ته ورځم. علي وويل: دا ته او معاويه. عقيل معاويه ته ورغى او هغه هم سل زره درهمه ورکړل او بيا يې وويل: بايد پر منبر کېني او هغه څه خلکو ته ووايې چې ما او علي درسره څه کړي دي. عقيل د شام پر منبر کېناست او و يې ويل: ايهاالناس! غوښتل مې د علي دين په لاس کې ونيسم؛ خو هغه خپل دين واخست او زه يې له لاسه ورکړم. شام ته راغلم او له معاويه مې د هغه دين وغوښت او هغه خپل دين راکړ او زه يې لاس ته راوړم.

 د صواعق محرقه خاوند وايي: معاويه له خالد بن معمر پوښتنه وکړه: ولې علي پر موږ وړ ګڼې؟ ورته يې وويل: پر درې دليلونو:١_ حلم يې چې کله غوسه شي. ٢_رښتيا يې چې کله وينا کوي. ٣_عدالت يې چې کله حکم کوي.

رياض النضره[213] له عمر بن يحيى له پلار روايتوي، چې د شاتو او غوړيو څو لوښي يې حضرت علي ته ډالۍ راوړې؛ نو چې کله حضرت علي پوه شو، چې د يو لوښي سر خلاص شوى؛ نو څېړنه يې وکړه، چې ورته يې وويل:ام کلثوم ترې اخستي دي. علي يو هټيوال راوغوښت، چې کم شوى مال بيه کړي او هټيوال هم پينځه درهمه بيه کړل. حضرت علي په ام کلثوم پسې يو کس ولېږ، چې پينځه درهمه راولېږه.

 دا روايت د صفوة د کتاب خاوند هم رانقل کړی او همداراز عاصم بن کليب رانقل کړي، چې کله له اصفهان څخه حضرت علي ته مال ولېږل شو؛ نو علي پر اوو برخو وويشل او په هغه مال کې يې يوه ډوډۍ وليده، چې بيا يې هم پر اوو برخو وويشله او بيايې په اوو کسانو کې پچه واچوله چې هر يو ته کومه برخه ورسي.

او همداراز ابي صالح روايتوي، چې وايي: له ام کلثوم د علي له لور کره ولاړم، چې د پردې تر شا ږومنځه وهي، چې ورونه يې حسن او حسين راغلل چې ام کلثوم خپلو رورنو ته وويل: ابا صالح ته خواړه نه ورکوئ؟ حسن او حسين راته د يو لوښې ښورا راوړه، چې پکې حبوبات هم وو. پوښتنه مې وکړه: آيا ددې په خاطر مېلمنو ته مو ښورا ورکوئ، چې د خلکو واکمنان ياست؟ ام کلثوم وويل: که امير المؤمنين علي دې ليدلاى و؛ نو څه به دې کړي ول، چې کله ورته ترنج راوړل شول؛ نو کله يې چې يو زوى مخکې له ويشه يو دانه واخسته؛ نو علي يې له لاسه واخسته او بيا يې پر ټولو وويشه.

د علي تواضع، سخاوت او بښنه

رياض النضره[214] له زادان روايتوي، چې وايي: علي مې په بازار کې وليد، چې د بوټانو تسمه يې په لاس کې ده او چې ليدل به يې چې د چا د بوټ تسمه شلېدلې؛ نو هغه ته به يې ورکوله او که چا به ترې پته غوښته؛ نو لارښوونه به يې ورته کوله او که چا به د بار وړونکى په کار و؛ نو علي به ورسره بار تر مزله وړه او تل به يې ويل: (تلک الدار الاخرة نجعلها للذين لا يريدون علوا فى الارض و لا فساد والعاقبة للمتقين ) او بيا به يې ويل: دا آيت د قدرت د خاوندانو په اړه راغلى دى.

صحیح بخاري[215] په خپل سند روايتوي، چې وايي: حضرت علي مې په بازار کې وليد، چې پر درهم يې کجورې واخستې او په هماغه پوزي کې يې کور ته يووړې. ما ورته وويل: اميرالمؤمنينه! اجازه راکړئ، درسره يې يوسم. علي وويل: د وړو پلار يې وړوو ته وړ دى.

بيهقي[216] په خپل سند له شعبي روايتوي، چې وايي: يو ورځ حضرت علي بن ابيطالب ته ولاړو، چې يو نصراني يې وليد، چې يوه زره پلوري. حضرت علي هغه زره ته وکتل او هغه يې خپله ومونده او و يې ويل:دا زره زما ده او زما او ستا په منځ کې به حکم د مسلمانانو قاضي کوي او پر هغه ورځ قاضي شريح و، چې حضرت علي ورته د ورمندون دنده ورکړې وه؛ نو چې کله شريح علي وليد؛ نو له خپل ځايه راپاڅېد او علي يې پر خپل ځاى کېناوه او په خپله د نصراني تر څنګه کېناست. علي شريح ته وويل: که مقابل لورى مې مسلمان و؛ نو زه به ورسره په څنګ کې ناست وم؛ خو ددې لپاره چې نصراني دى، چې د خداى له استازي مې اورېدلي: (( پر دوى ړومبى سلام مه کوئ، ستړي مه شي هم ورسره مه کوئ، د ناروغانو پوښتنې ته يې مه ځئ، تنګسه پرې راوړئ، سپکاوى يې وکړئ؛ لکه چې خداى يې سپکاوى کړى دى ))؛ نو د همدې لپاره مې له هغه سره ځان برابر نه کړ؛ نو اوس زما او د هغه ترمنځ قضاوت وکړه. شريح وويل: اميرالمؤمنينه! څه دعوى لرئ؟ علي وويل: خپله زره مې چې ورکه کړې وه، له ده سره مې ومونده. شريح نصراني ته مخ کړ او ورته يې وويل: ته پکې څه وايې؟ نصراني وويل: زه اميرالمؤمنين نه تکذيبوم؛ خو يوازې دومره وايم، چې دا زره زما ده. شريح علي ته وويل: د شاهدانو له راوړو پرته نشې کړاى زره ترې لاس ته راوړئ. د اميرالمؤمنين دا خبره خوښه شوه او د قاضي خبره يې تصديق کړه. نضراني وويل: خو زه دا خبره تصديقوم چې دا قانون د انبياو قانون دى، چې د واکمنانو او ولس ترمنځ توپير نه قايلېږي او امير په محکمه کې حاضريږي او قاضي يې پر خلاف حکم هم ورکوي او بيا يې اميرالمؤمنين ته مخ کړه او ورته يې وويل:دا زره ستاسې ده؛ زه ستا په اوښ پسې وم، چې زره دې پرې اچولې وه او ترې راګوزاره شوه او ما را اوچته کړه او اوس شهادت ورکوم، چې بې له خدايه بل خداى نشته او محمد يې بنده او استازى دى. حضرت علي وويلل: اوس چې مسلمان شوې؛ نو زه مې زره دربښم او يو ګرانبيه اس يې هم ورکړ.

کنزالعمال[217] له اصبغ بن نباته روايتوي، چې وايي: يو سړى حضرت علي ته راغى او ورته يې وويل: اميرالمؤمنينه! يوه اړتيا لرم او تر تا مخکې مې خداى ته هم ويلي؛ نو که تا مې اړتيا پوره کړه؛ نو د خداى شکر به وکړم او که پوره يې هم نه کړې؛ نو بيا به هم د خداى شکر کوم او تا به معذور وګڼم. حضرت علي وويل: اړتيا دې پر ځمکه وليکه؛ ځکه خوښ نه يم د سوال ذلت دې په څېره کې ووينم او سړي هم پر ځمکه وليکل: اړين يم. علي ورته ټوټه ورکړه، چې هغه سړي داسې شعرونه وويل، چې د هغه سړي د کمال او معرفت څرګندونه يې کوله؛ نو چې کله حضرت علي يې کمال او معرفت وليد؛ نو غږ يې کړ: دينار راوړئ. دينار يې ورته راوړل. اصبغ وايي: ورته مې وويل: اميرالمؤمنينه! يوه ټوټه او سل ديناره يوه سړي ته ورکوئ. حضرت علي وويل: هو! د خداى له استازي مې اورېدلي ول، چې ويل يې:(( له خلکو سره د هغوى د مقام او منزلت له مخې احسان او درناوى يې کوئ)) او ددې سړي مقام او منزلت له ماسره همدومره و.

رياض النضره[218] له جعفر بن محمد له پلاره روايتوي، چې وايي: حضرت عمر د ينبع په نامه يوه ځمکه حضرت علي ته ورکړه او حضرت علي يې په څنګ کې نوره ځمکه هم واخسته او پکې يې کارېز وايست؛ نو په همدې ترڅ کې، چې کارګرانو پکې کار کاوه؛ نو د اوښ د اورمېږ هومره چينه پکې راوخوټېده، چې پر حضرت علي يې زېرى وکړ. حضرت علي وويل: پر وارث يې زيرى وکړئ او بيا چينه بېوزليو، مسکينانو، ابن السبيل او في السبيل الله يې خپلوانو، پرديو، نږدېو، لريو، د جګړې په حال، د سولې په حال او. . . ته وقف کړه او په پاى کې يې وليکل: حضرت علي ځکه دا کار وکړ، چې پر هغه ورځ، چې ځينې څېرې سپينې او ځينې تورې شي، خپله څېره له اوره وساتي.

کنزالعمال[219] له عبيدالله بن محمد بن عايشه يو روايت رانقل کړی، چې خلاصه يې داده: يوه ورځ يو سوالګر له حضرت علي يو څه وغوښتل. حضرت علي ورته هغه شپږ درهم ورکړل، چې د اوړو اخستو لپاره يې ساتلي ول او د ورکولو پر مهال يې وويل: (( د يوه بنده ايمان هله نږه کېږي، چې پر هغه څه ډاډ ولري، چې له خداى سره يې لري؛ نه پر هغه څه چې له خلکو سره يې لري. ))

 راوي وايي: تر اوسه لا علي نه و ناست و، چې يو سړى له اوښ سره تېر شو حال داچې ويل يې: څوک دا اوښ پېري؟ حضرت علي ورته وويل: بيه يې څو ده؟ و يې ويل: يو سل او څلوېښت درهمه. حضرت علي وويل: که په نسيه يې ورکوې؛ نو اخلم يې. سړى له خپل اوښه راکوز شو، چې خپل درهم واخلي، چې يو بل سړى راورسېد او پوښتنه يې وکړه: دا اوښ پېرې؟ حضرت علي ورته و يې ويل: هو! سړي وويل: په څو؟ و يې ويل: په دوه سوه درهمه. و يې ويل: اخلم يې. اوښ يې واخست او دوه سوه درهمه يې ورکړل. حضرت علي ولاړ او يو سل او څلوېښت درهمه يې د اوښ پلوري ته ورکړل او شپېته درهمه يې بي بي فاطمې ته ورکړل او د پېښې کيسه يې ورته وکړه، چې دا هغه ژمنه ده، چې خداى له نېکچارو سره کړې ده او و يې ويل:(من جاء بالحسنه فله عشر امثالها)[220]

د رسول اکرم(ص) ځايناستى

صحيح ترمذي[221] په خپل سند له شعبه له سلمة بن کهيل څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: ما له ابي الطفيل څخه اورېدلي، چې له ابي سريحه_ او يا زيد بن ارقم _ څخه يې روايتاوه، چې رسول اکرم وويل: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى. )) همدا روايت شعبه له ميمون ابي عبدالله له حضرت زيد بن ارقم له رسول الله څخه هم رانقل کړی دى.

علي بن سلطان هم په مرقاة[222]په شرح کې له جامع څخه رانقل کړي، چې ترمذي، نسائي او ضياء له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې رسول اکرم وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. ))

صحيح ابن ماجه[223] په خپل سند د براء بن عازب د خولې وينا راخستې، چې ويلي يې دي: له رسول الله سره د حج له سفره راستانه شوو او په لار کې يې حکم وکړ، چې په جمعه لمونځ کوو او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: (( آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟ ورته وويل شول: هو همدسې ده!. و يې ويل: آيا زه پر ټولو مؤمنانو پر هغوى وړ نه يم؟ ورته وويل شول: هو!. بيا يې وويل: (( نو پوه شئ دا د هر هغه چا ولي دى، چې زه يې ولي يم؛ خدايه! د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه. ))

حضرت براء وويل[224]: له رسول الله سره په سفر کې وو، چې کله د خم په ډنډ کې راټول شوو؛ نو ټول تم شوو او غږ شو: الصلاة جامعة او مراد يې دا و، چې ټول بايد را ټول شو، بيا يې د خداى نبي ته د ونو تر سيوري لاندې ځاى جوړ کړ، د ماسپښين تر لمانځه روسته يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: (( آيا خبر نه ياست، چې زه له مؤمنانو پر هغوى وړ يم؟ )) ورته وويل شول: هو! بيا يې وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى؛ خدايه! د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه. )) حضرت براء وايي: تر دې پېښې روسته حضرت عمر، حضرت علي وليد او ورته يې وويل: د ابوطالب زويه! مبارک دې شه، چې د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې. بيا عبدالرحمن _؛ يعنې احمد بن حنبل _ وايي: دا حديث موږ له هبه له براء بن عازب څخه رانقل کړی دى[225].

صحيح ابن ماجه[226] په خپل سند له ابن سابط_ چې هماغه عبدالرحمان دى _ له حضرت سعد بن ابي وقاص څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: معاويه بن ابوسفيان حج ته راغلى و، چې سعد يې کتو ته ورغى، چې د حضرت علي خبره را منځ ته شوه، چې په دې ترڅ کې معاويه بن ابوسفيان علي ته کنځلې وکړې، چې سعد په دې کار غوسه شواو و يې ويل: په هغه پسې کنځلې کوې، چې رسول اکرم يې په اړه ويلي دي: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى. )) او بيا مې ترې واورېدل، چې و يې ويل: (( ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته؛ خو بې له پېغمبرۍ )) او د خيبر په جګړه کې يې وويل: (( نن به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې خداى او استازى يې پرې ګران دى. ))

ليکوال: دا روايت نسائي هم د خصايص په ١٤ مخ کې په ټکيو کې په لږ اړپېچ راوړى او د سند تر راوړو روسته يې له عبدالرحمان بن سابط له سعد څخه ويلي: ناست وم، چې په علي پسې يې سپکې سپورې وکړې. ما ورته وويل: له رسول الله مې د علي درې داسې ځانګړنې واورېدې، چې که يوه يې هم زما وه؛ نو پر ځمکه له هر تېرايستونکي به را ته ښه وه؛ ړومبى دا چې (( ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ)) دويم داچې وا مې ورېدل: د خداى نبي وويل:

 ((سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې خداى او استازى يې پرې ګران دى. )) درېیم دا چې رسول الله وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. ))

مستدرک الصحيحين[227] په خپل سند له ابي الطُفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه رانقل کړی، چې ويلي يې دي: رسول الله له حجة الوداع څخه راستنېده؛ نو “خم غدير” ته، چې راورسېد؛ نو حکم يې وکړ، چې د ونو تر سيورې لاندې ورته د ناستې ځاى جوړ کړي او بيا يې وويل: (( ګواکې تلو ته يې بللى يم او ما هم منلې ده؛ زه په تاسې کې دوه ستر يادګارونه پرېږدم، چې يو تربله ستر دي؛ د خداى کتاب او زما عترت؛ نو ګورم، چې څنګه چلن به ورسره کوئ؛ ځکه هغوى يو له بله نه بېلېدونکي دي، چې د کوثر د حوض تر غاړې مې وويني؛ خداى زما مولا او زه د هر مؤمن مولا يم. )) او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: (( د چاچې زه ولي يم؛ نو دا يې ولي دى؛ خدايه! مل شې د هغه چې د علي ملتيا کوي او ملا ما ته کړې د هغه چې ملاتړ يې نه کوي او د علي د دښمن دښمن وسه. ))

حاکم وايي: دا حديث د صحت لپاره ټول هغه شرايط لري، چې مسلم او بخاري يې په رسميت پېژني؛ خو بيا هم دواړو نه دى رانقل کړی. بيا وايي: ددې حديث د صحت شاهد د سلمة بن کهيل له ابي الطفيل د خولې حديث دى، چې په خپله د بخاري او مسلم د صحت په شرايطو برابر حديث دى او بيا يې د حديث د سند تر ذکر روسته حديث رانقل کړی، چې سلمة بن کهيل له پلاره له ابي الطفيل له ابن وائله له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې اورېدلي يې دي، چې ويل يې: پېغمبر اکرم د مکې او مدينې په منځ کې په هغه ځاى کې تم شو، چې سترې سترې ونې پکې وې او بيا يې ورته تر ونو لاندې جارو کړاى شو، پېغمبر اکرم تر ماښامه هلته پاتې شو او بيا يې خطبه وويله. د خداى تر ستاينې او نصيحتونو روسته يې وويل: (( خلکو! په تاسې کې مې دوه څيزونه پرېښوول؛ نو که لاروي مو ترې وکړه؛ نو بې لارې به نشئ؛ هغه د خداى کتاب او زما عترت او اهلبيت دي. آيا خبر ياست، چې زه پر هر مؤمن تر هغه وړ يم ( او درې ځل يې دا جمله تکرار کړه) د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى. ))

دا روايت يې د درېیم ټوک په ٥٢٣ مخ کې هم له بلې لارې له حضرت زيد بن ارقم څخه رانقل کړی او ويلي يې دي: موږ له رسول الله سره له مکې ووتو، چې د “خم غدير” سيمې ته ورسېدو او هلته يې حکم وکړ، چې تر ونو لاندې جارو کړئ. هغه ورځ خورا ګرمه وه، چې داسې ګرمي مې لا ما په ژوند کې نه وه ليدلې. رسول اکرم د خداى تر ستاينې روسته وويل: ((پېغمبران د تېر پېغمبر د عمر په نيمه ژوند کوي او نږدې دى، چې د خداى بلنې ته ټټر ووهم؛ په تاسې کې داسې څه پرېږدم، چې که لاروي مو ترې وکړه؛ نو تر ابده به بې لارې نشئ؛ د خداى کتاب )) او بيا پاڅېد او علي يې يې لاسه ونيو، و يې ويل: (( خلکو! څوک پر تاسې په واک کې وړ دى؟ )) ورته وويل شول: خداى او رسول يې. رسول الله: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى. )) ( بيا وايي ) دا حديث صحيح السند دى[228].

 ( مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١٦ مخ ) په خپل سند له خثيمة بن عبدالرحمان څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: ما له سعد بن مالک _ هغه وخت، چې يو چا ورته وويل: داچې له علي دې سرغړونه کړې؛ نو په تاپسې خبرې کوي _ څخه واورېدل، چې و يې ويل: پر خداى قسم، چې په سرغړونه کې مې فکر شو، چې پر غلطه وم او علي پر سمه و؛ ځکه علي ته درې څيزه ورکړل شوي، چې که يو يې هم ما ته راکړل شوى و؛ نو په دنيا کې به تر ټولو نعمتونو راته غوره و؛ ړومبى داچې رسول الله په “خم غدير” کې د خداى تر ستاينې روسته وويل: ((آيا پوهېږئ، چې زه پر مؤمنانو وړ يم؟ )) ورته وويل شول: هو! بيا رسول اکرم وويل: (( خدايه! د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ د علي د دوستانو دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. )) دويم داچې د خيبر د جګړې پر ورځ د علي سترګې خوږېدې، چې رسول اکرم يې راوغوښت او هغه ورته وويل: سترګې مې درد کوي. رسول الله مبارک يې په سترګو کې خپلې توکاڼې وموږلې او دعا يې ورته وکړه او چې ژوندى و؛ نو سترګو يې خوږ و نه کړ او خيبر يې هم سوبه کړ. درېیم دا چې رسول اکرم خپل تره او نور له جوماته بهر کړل؛ نو عباس ورته وويل: موږ چې دې ترونه او خپلوان يو؛ نو له جوماته مو باسې او علي ته پکې ځاى ورکوې؟ پېغمبر اکرم وويل: (( ما نه پخپله خوښه تاسې ايستي ياست او نه مې پخپله خوښه علي ته پخپل جومات کې ځاى ورکړى؛ بلکې د خداى حکم و، چې پلي مې کړ. ))

مستدرک الصحيحين[229] په خپل سند له رفاعة بن اياس ضبى له پلاره له نيکه روايت کړى، چې ويلي يې دي: د جمل په جګړه کې له علي سره وو، چې علي په طلحة بن عبيدالله پسې يو کس ولېږه، چې ما وويني؛ نو چې طلحه راغى، حضرت علي ورته وويل: پر خداى دې قسم، چې د خداى له رسوله دې وا نه ورېدل، چې و يې ويل: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى؛ د دوست يې دوست او دښمن يې دښمن وسه. )) و يې ويل: هو اورېدلي مې دي. علي ورته وويل:؛ نو ولې راسره جګړه کوې؟ و يې ويل: د رسول الله دا خبره مې هېره کړې وه. دا خبره يې وکړه او ولاړ [230].

مستدرک الصحيحين[231] و ايي: دا حديث، چې له بريده اسلمي نقلوم، د بخاري او مسلم د شرطونو پر بنسټ معتبر دى او بيا يې سند حضرت ابن عباس او بريده اسلمي ته رسوي او وايي: له حضرت علي سره يمن ته جهاد ته تللي وو ( تردې چې وايي ) رسول الله ته راغلم او په علي پسې مې خوله راوسپړله، چې ناڅاپه د رسول اکرم څېره له غوسې واوخوته او و يې ويل:((بريده! آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟ )) ورته مې وويل: هو! را ته يې وويل: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى )) ( د حديث تر پايه ).

مستدرک الصحيحين[232] په خپل سند له ابي عوانه له اعمش له سعد بن عبيده له عبدالله بن بريده اسلمي روايت کړى، چې ويلي يې دي: له پلار سره مې روان وم، چې يوه ډله مو مخې ته راغله، چې په علي پسې يې بدې ردې ويلې، چې پلار مې ورته وويل: ما هم ستاسې په څېر په علي پسې سپکې سپورې کولې او زړه مې ترې خوړ؛ په يو سفر کې له حضرت خالد بن وليد سره وو، خورا غنيمت مو لاس ته راوړ، علي هم له غنميته په خمس کې يوه وينځه واخسته؛ نو داچې خالد بن وليد له علي سره دښمني درلوده؛ نو ما ته يې وويل: دا ښه فرصت دى، چې ته ګټه ترې پورته کولاى شې؛ ځکه خالد هم خبر و، چې زما او د علي اوبه په يوه وياله کې نه ځي؛ نو راته يې وويل: ژر رسول اکرم ته ځان ورسوه او له علي ورته سر وټکاوه. زه هم چې مدينې ته راغلم؛ نو هر څه مې رسول الله ته وويل: عادت مې و، چې د خبرو پر مهال به مې تل سرښکته و؛ نو چې سر مې راپورته کړ؛ نو و مي ليدل، چې د رسول الله رنګ له غوسې سور اوختى او راته يې وويل: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې ولي او مشر دى. )) دا خبره مې، چې له رسول الله واورېده؛ نو علي ته مې په زړه کې کينه له منځه ولاړه. [233]

ابونعيم[234] له بريده رانقل کړی: (( دچاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى. ))

متقي[235] هم داسې راوړي: (( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى))

سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت ( النبى اولى بالمؤمنين من انفسهم ) د آيت په تفسير کې له ابي شيبه، احمد او نسائي له بريده روايت کړى، چې ويلي يې دي: له علي سره يمن ته جهاد ته ولاړو او د هغه جفا له امله، چې علي راسره کړې وه؛ نو په زړه کې مې ورته کينه درلوده او چې د خداى استازي ته راغلو؛ نو د علي ګيله مې ورته وکړه. و مې ليدل، چې پېغمبر اکرم له غوسې سور اوختى، راته يې وويل: ((بريده! آيا پر مؤمنانو وړ نه يم؟ )) ورته مې وويل: هو! راته يې وويل: (( د چاچې زه مولا يم؛ علي يې هم مولا دى. ))

امام احمد بن حنبل[236] په خپل سند له ميمون بن عبدالله روايت کړى، چې ويلي يې دي: حضرت زيد بن ارقم راته خبرې کولې او ما ورته غوږ نيولى و: يوه ورځ په يوه بيديا کې له رسول الله سره وو، چې نوم يې (( خم )) و، چې حکم يې وکړ: ټول د لمانځه لپاره راټول شئ؛ ډېره ګرمه ورځ وه، تر لمانځه روسته يې خطبه وويله او بيا يې وويل: (( آيا نه پوهېږئ، چې تر هر مؤمن پر هغوى وړيم؟ )) ټولو وويل: هو!. بيا يې وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى؛ خدايه د دښمتانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه. [237]))

هيثمي[238] له عمر او ذى مرو زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ خطبه وويله او بيا يې وويل:

(( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى. خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه او مرسته د هغه وکړې، چې د علي مرسته کوي. ))

ليکوال: متقي هم په کنزالعمال (شپږم ټوک، ١٥٤ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي: طبراني له عمروذى مروزي بن ارقم دواړو څخه رانقل کړی دى.

اما احمد بن حنبل[239] په خپل سند له عطيه عوفي څخه روايت کړى، چې ويلي دي: زيد بن ارقم ته مې وويل: خسر مې راته ستا له خولې د “خم غدير” په اړه حديث رانقل کړی؛ خو خوشحاله به شم، چې پخپله يې ستا له خولې واورم، چې زيد وويل: تاسې د عراق داسې او هغسې ياست. ما ورته وويل: له ما مه ووېرېږه. بيا زيد وويل: هو موږ په “جحفه” کې وو، چې د خداى نبي له خپلې کېږدۍ راووت او حال داچې علي يې له مټه نيولى و، و يې ويل: (( ايها الناس! آيا خبر نه ياست، چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ يم؟ )) خلکو ورته وويل: ولې نه خبر وو. بيا يې وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو تر دې روسته يې علي ولي دى. خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه. )) راته يې وويل: دا هغه څه وو، چې په خپله مې اورېدلي ول.

امام احمد حنبل[240] په خپل سند له حضرت علي روايتوي، چې رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. ))

امام احمد حنبل[241] په خپل سند له عمرو بن ميمون څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي:له ابن عباس سره ناست وم، چې يوه نهه کسيزه ډله راننووته او و يې ويل: ابن عباسه! يا له موږ سره ولاړ شه او يا دې کور خالي کړه، چې درشو. حضرت ابن عباس ورته وويل: زه درځم. دا هغه وخت و، چې حضرت ابن عباس لا ړوند شوى نه و. وايي: هغوى ولاړل او پر خبرو شول؛ خو موږ پوه نه شو، چې څه يې ويل، چې ناڅاپه مو پام شو، چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډي او روان دى او وايي: تون لعنت دې پر هغوى وي، چې په هغه چا پسې بد رد وايي، چې خداى پر لسو ځانګړنو پسوللى و او بيا يې يوه يوه وشمېرله تر دې چې و يې ويل: رسول اکرم وويل: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى. [242])) ( د حديث تر پايه)

امام احمد حنبل[243] په خپل سند له سعيد بن مسيب بن وهب څخه روايت کړى، چې علي د رسول اکرم پينځه که شپږ اصحابو ته قسم ورکړ او هغوى هم شهادت ورکړ، چې د خداى استازي ويلي ول: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. ))

امام احمد حنبل[244] په خپل سند له ابي اسحاق له سعيد بن وهب او زيد بن يثيع څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي په رحبه ( کوفه ) کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه څه ووايي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي ول. دا مهال د سعيد له اړخه شپږ کسان او د زيد له اړخه هم شپږ کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ د علي په اړه وويل: (( ايا خداى پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه دى؟)) ټولو وويل: ولې نه همدسې ده. رسول اکرم وويل: (( خدايه! شاهد وسه د چاچې ته مولا يې؛ نو علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. [245]))

دا روايت نسائي هم د خصايص په ٢٢ او ٤٠ مخونو کې او احمد بن حنبل روسته تردې چې له ابي اسحاق له سعيد بن وهب او له زيد بن يثيع څخه رانقل کړی، وايي: دې حديث ته ورته يو بل حديث له ابي اسحاق له عمروذى مر څخه روايت شوى؛ خو په دومره توپير، چې په پاى کې يې راغلي دي: ((خدايه مرسته وکړې د هغوى چې د علي مرسته کوي. )) بيا يې درېیم حديث له ابي طفيل له زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې د پورتني حديث په څېر دى.

امام احمد حنبل[246] په خپل سند له عبدالرحمان بن ابي ليلي روايت کړى، چې ويلي يې دي: له علي سره په رحبه ( کوفه ) کې وم، چې خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى. )) عبدالرحمان وايي: هغه دولس تنه پاڅېدل، چې د بدر په جګړه کې يې ګډون کړى و او داسې يې راته څېرې يادې دي؛ لکه همدا اوس مې، چې سترګو ته مخامخ وي او ټولو وويل:په “خم غدير” کې مو د خداى له استازي واورېدل: (( آيا پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟ آيا زما مېرمنې د هغوى ميندې نه دي؟ )) ټولو وويل: هو همداراز ده! بيا يې وويل: (( اوس چې داسې ده؛ نو د چاچې زه ولي وم؛ نو علي يې ولي دى؛ خدايه! د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه. ))

امام احمد حنبل[247] په خپل سند له زياد بن زياد څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: وا مې ورېدل، چې علي بن ابيطالب خلکو ته قسم ورکوي، چې هغه کسان دې له ځايه پاڅي، چې د “خم غدير” پر ورځ يې له رسول الله اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. )) دا مهال دولس تنه بدري پاڅېدل.

 امام احمد حنبل[248] په خپل سند له زاذن ابن عمر څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: په رحبه ( کوفه ) کې وم، چې علي خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي:

(( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى. )) دا مهال دريالس تنه پاڅېدل او ګواهي يې ورکړه، چې د خداى له استازي يې اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم نو علي يې هم مولا دى. ))

امام احمد حنبل[249] په خپل سند له زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي خلکو ته قسم ورکړ او و يې ويل: هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي: ((خدايه! د چاچې زه مولا يم؛ علي يې هم مولا دى؛ خدايه د وستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه )) دا مهال شپاړس تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه.

ا مام احمد حنبل[250] په خپل سند له ابي الطفيل څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي په رحبه کې خلکو ته وويل: هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى. )) دا مهال دېرش تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه. ابونعيم ويلي: يوه ډله پاڅېده او ليېنه يې ورکړه، چې د خداى استازي حال داچې علي له لاسه نيولى و، وويل: (( آيا پوهېږئ، چې زه پر مؤمنانو پر هغوى وړ يم؟ )) خلکو ورته وويل: همداراز ده رسول الله! بيا يې رسول اکرم وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه! د دښمنانو يې دښمن او دوستانو يې دوست وسه. )) وايي: په زړه کې مې اړنګ-شک و او راووتم، چې حضرت زيد بن ارقم مې مخې ته راغى او ورته مې وويل: علي داسې خبره وکړه. زيد راته وويل: له دې خبرې څوک سترګې نشي پټولاى؛ دا خبره ما پخپله د خداى له رسوله اورېدلې ده.

امام احمد بن حنبل[251] په خپل سند له رياح بن حارث څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: په رحبه کې يوه ډله علي ته راغله او ورته يې وويل: السلام عليکم يا مولانا! علي وويل: زه څنګه ستاسې مولا يم حال داچې عرب ياست؟ ورته يې وويل: موږ د خداى له استازي واورېدل، چې د “خم غدير” پر ورځ يې وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى. )) رياح وايي: همداچې دا ډله له علي بېله شوه؛ نو زه ورپسې ولاړم او پوښتنه مې ترې وکړه: څوک ياست؟ و يې ويل: موږ انصار يو.

ددې حديث تر نقلولو روسته په لږ اړپېچ له بلې لارې همدا حديث رانقل کړی دى. هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک، ١٠٣ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي: احمد او طبراني رانقل کړی دى: د خداى له استازي مو واورېدل چې ويل يې: (( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. )) اوس ابو ايوب له موږ سره دى. بيا ابو ايوب خپله پګړۍ له خپل تندي اوچته کړه او و يې ويل: ما له رسول الله اورېدلي، چې و يې ويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. )) بيا وايي: ددې روايت ټول راويان ډاډمن دي.

امام احمد بن حنبل[252] په خپل سند له ابن بريده له پلاره روايتوي، چې ويلي يې دي: رسول اکرم جګړې ته ولېږلو او علي يې زموږ مشر کړ؛ نو چې راستانه شو، راته يې وويل: (( له مشر سره مو سفر او ناسته پاسته څنګه وه؟ )) زما نه يادېږي، چې ما شکايت وکړ او که بل چا. زما تل دا عادت و، چې سترګې به مې لاندې وې؛ خو چې سترګې مې راپورته کړې؛ نو و مې ليدل، چې د خداى د نبي څېره له غوسې سره شوې او وايي: (( د چاچې زه مولا يم؛ علي يې ولي دى. ))

فخر رازي[253] د مائدې سورت د ( يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک ) آيت تر تفسير لاندې ليکي: لسم _؛ يعنې د آيت په نزول کې لسمه وجه _ د علي په فضليت کې راغلې او تر راتلو روسته يې رسول الله علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. )) بيا حضرت عمر، حضرت علي ته وويل: مبارک دې شه چې زما، د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې. بيا وايي: دا خبره _ دا چې دا آيت د علي په فضيلت کې راغلى دى _ مې له حضرت ابن عباس، براء بن عازب او محمد بن علي نقل کړې ده.

ابي نعيم[254] په خپل سند له عميرة بن سعد څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي پر منبر ناست و، چې د رسول الله اصحابو ته، چې ابوسعيد، ابوهريره، انس بن مالک (رضى الله عنهم) او نهه تنه نور ول، قسم ورکړ، چې آيا تاسې د خداى له رسوله نه دي اورېدلي چې و يې ويل: (( د چاچې مولا وم؛ علي يې ولي دى. )) ټول پاڅېدل او و يې ويل: له رسول الله مو دا خبره اورېدلې ده؛ خو په دوى کې يو کس پا نه څېد، چې علي ورته وويل: څه فکر دې وکړ، چې پا نه څېدې؟ ورته يې وويل: اميرالمؤمنيه! زوړ شوى يم او راڅخه هير شوي دي. علي وويل: خدايه! که دروغ وايي؛ نو پر نه رغېدونکي رنځ يې خسي کړې. د هغه سړي د دوو سترګو په منځ کې يوه غوټه راووته، چې پګړۍ به هم نه شوه پټولاى[255].

حلية الاولياء[256] د عمرو بن عبدالعزير د تاريخ په پاى کې په خپل سند له يزيد بن عمر بن مورق څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: په شام کې وم، چې عمر بن عبدالعزيز خلکو ته تنخوا ورکوله، چې زه هم ورغلم او راته يې وويل: له کوم ټبر يې؟ ورته مې ويل: قريش! و يې ويل: په قريشو کې له کوم ټبر يې؟ و مې ويل: بني هاشم! پوښتنه يې وکړه: په بني هاشمو کې د کومې پرګې يې؟ چوپ پاتې شوم او ځواب مې ور نه کړ، چې بيا يې پوښتنه وکړه: په بني هاشمو کې د کومې پرګې يې؟ ورته مې وويل: د مولا علي له پرګې؟ پوښتنه يې وکړه: علي څوک دى؟ بيا چوپ شوم. بيا يې زما په سينه لاس کېښود او راته يې وويل: پر خداى چې زه هم د علي مينوال يم.

 بيا وايي: ځينو راته رانقل کړی، چې د خداى له استازي يې اورېدلي: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې ولي دى. )) بيا يې ويل: مزاحمه دې سړى ته دې څومره ورکړې؟ و يې ويل: سل که دوه سوه درهمه. عمر وويل: دې سړي ته پنځوس ديناره ورکړه. ابي داوود وايي: شپېته ديناره ورکړه، چې د علي مينوال دى. بيا يې وويل: خپلې سيمې ته ستون شه اوچې څومره مې ستا په څېر کسانو ته ورکړي، هملته به يې درلېږم.

 خطيب[257] په خپل سند له انس څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: له رسول الله مې واورېدل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. ))

خطيب[258] په خپل سند له حضرت ابي هريرة څخه روايتوي، وايي: څوک چې د ذي الحجه پر اتلسمه روژه شي؛ نو د شپېتو روژو ثواب به ورکړ شي؛ ځکه د “خم غدير” ورځ ده او پر دې ورځ رسول اکرم علي له لاسه ونيو او خلکو ته يې وويل: (( آيا زه د مؤمنانو ولي نه وم؟ )) خلکو ورته وويل: هو رسول الله! ته زموږ ولي يې. بيا يې وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى. )) بيا حضرت عمر بن خطاب راغى او علي ته يې وويل: بخ بخ لک يا بن ابيطالب چې زما او د هر مسلمان مولا شوې، چې بيا د ( اليوم اکملت لکم دينکم ) آيت راغى. ( د حديث تر پايه )

د بغداد تاريخ[259] په خپل سند له فضل بن ربيع له پلار يې له منصور او هغه هم له خپل پلار له خپل نيکه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې رسول اکرم وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى. ))

خصايص نسائي[260] په خپل سند له ابي الطفيل له زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې و يې ويل: رسول الله چې له حجةالوداع څخه راستون شو؛ نو په “خم غدير” کې تم شو او حکم يې وکړ، چې ترنو لاندې ځمکه جارو کړئ او بيا يې وويل: (( ګواکې بلل شوى يم او ما هم منلې ده؛ زه په تاسې کې دوه ستر ګران بيه څيزونه پرېږدم، چې يو يې تر بله ستر دى؛ د خداى کتاب او عترت مې اهلبيت؛ نو ګورم، چې تر ما روسته به ورسره څرنګه چلن کوئ او هغوى دواړه زما ځايناستي دي چې دواړه يو له بله نه بېلېږي، چې د قيامت پر ورځ مې د کوثر د حوض تر غاړې وويني؛ خداى زما مولا او زه د هر ولي مؤمن يم )) او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. )) ما يزيد ته وويل: آيا دا هر څه دې په خپله له رسول الله اورېدلي دي؟ و يې ويل: په هغه دوحات ( ونو ) کې به داسې څوک نه ول، چې په سترګو به يې نه وي ليدلي او په غوږونو به يې دا خبره نه وي اورېدلي.

خصايص نسائي[261] په خپل سند له سعد څخه روايت کړى، چې وايي: رسول اکرم وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى. ))

خصايص نسائي[262] په خپل سند له سعد څخه روايتوي، چې رسول اکرم علي له لاسه ونيو، خطبه يې وويله او بيا يې وويل: (( آيا خبر نه وئ، چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ يم؟)) ټولو ورته ووويل: هو خبر وو. بيا رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. ))

خصايص نسائي[263] په خپل سند له سعد څخه روايت کړى، چې له رسول الله سره د مدينې پر لار وو؛ نو چې کله د “خم غدير” سيمې ته راورسېد؛ خلک يې ودرول او حکم يې وکړ، چې مخکې تللي راستانه او شاته پاتيو ته په تمه شئ او همداچې ټول راټول شول، د خداى نبي وويل: (( خلکو! ستاسې ولي او د واک خاوند څوک دى؟ )) خلکو ورته وويل: خداى او رسول يې! خداى او رسول يې! خداى او رسول يې! بيا رسول الله علي له لاسه ونيو او په جيګ غږ يې وويل: ((د چاچې خداى او رسول يې ولي وي؛ نو علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. ))

خصايص نسائي[264] په خپل سند له عمرو بن سعد څخه روايت کړى: په رحبه ( کوفه ) کې وم، چې علي خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى. )) دا مهال شپږ تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه.

خصايص نسائي[265] په خپل سند له شريک له ابي اسحاق له زيد بن يثيع څخه روايت کړى، چې وايي: په رحبه ( کوفه ) کې وم، چې علي خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى. )) دا مهال د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم شپږ تنه اصحاب پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه، چې د خداى له استازي يې اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى. )) شريک وايي: ما ابي اسحاق ته وويل: آيا له براء بن عازب څخه دې اورېدلي، چې داسې خبره يې له رسول الله نقل کړې ده؟ و يې ويل: هو!

خصايص نسائي[266] په خپل سند له عمروذى مر څخه روايت کړى، چې وايي: په رحبه ( کوفه ) کې وم، چې علي د رسول الله مبارک اصحابو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى. )) دا مهال ديارلس کسان پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه، چې د خداى له استازي يې اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه او خدايه مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي ))

رياض النضره[267] وايي: او له هغه _؛ يعنې له رياح _ روايت شوى چې ويلي يې دي: يوه ورځ علي په يوه ډله کې ناست و، چې يو سړى، چې معلومېده له سفره راغلى، وويل: السلام عليک يا مولاى! علي ورته وويل: څوک يې؟ و يې ويل: ابو ايوب انصاري يم. علي وويل: ځاى ورکړئ. اصحابو ځاى ورکړ او ابو ايوب کېناست او و يې ويل: د خداى له استازي مې واورېدل: (( د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. )) محب طبري وايي: دا روايت بغوي په خپل معجم کې راوړى دى.

رياض النضره[268] وايي: ابن السمان له حضرت عمر څخه روايت کړى، چې وايي: رسول اکرم وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى )) او په ١٧٠ مخ کې يې له عمر څخه روايت کړى، چې وايي: علي د هغه مولا دى، چې رسول الله يې مولا و. بيا وايي: له سالم څخه روايت دى، چې يو سړي حضرت عمر ته وويل: ته ولې له علي سره داسې په درناوي چلن کوې، چې د خداى د نبي له يوه صحابي سره يې نه کوې؟ ورته يې وويل: ځکه هغه مې مولا دى.

ابن حجر[269] وايي: طبراني او نورو په خپل صحيح سند روايت کړى، چې د خداى استازي په “خم غدير” کې تر ونو لاندې وويل: (( خلکو! پالونکي خبر کړى يم، چې پېغمبران د تېر پېغمبر په نيمه عمر کوي او ګواکې ما ته ژر بلنه راکړه شي او زه يې ومنم، زه مسئول يم او تاسې هم مسئول ياست او ټوو پوښتل کېږي؛ نو ستاسې نظر څه دى؟ )) ورته وويل شول: موږ ليېنه ورکوو، چې خپله دنده دې ښه او بشپړه تر سره کړه؛ خپل کوښښ دې وکړ او د ټولو ښېګڼه غواړى وې، خداى دې خېر درکړي. رسول الله وويل: (( آيا شهادت نه ورکوئ، چې بې له خدايه بل معبود نشته، محمد د خداى بنده او استازى يې دى، جنت يې حق، اور يې حق، تر مړينې روسته قيامت حق، قيامت راتلونکى او هېڅ شک پکې نشته، ټول خلک به د قيامت پر ورځ له قبرونو راپاڅي؟ )) ټولو ورته وويل: ولې نه! شهادت مو ورکاوه او ورکوو به يې. رسول الله مبارک وويل: (( خلکو! خداى زما مولا او زه د مؤمنانو ولي يم او زه پر مؤمنانو پر هغوى وړ يم او د واک خاوند يې هم يم؛ نو د هر چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. خلکو! زه درنه مخکې ځم، موږ او تاسې به د قيامت پر ورځ د حوض کوثر تر غاړې وينو، چې له بصرې تر صنعا ( شام او يمن ) پلن او پکې د اسمان د ستوريو هومره د نقرې جامونه دي او هلته مو چې سره وليدل؛ نو دوو څيزونو پوښتنه به درڅخه کوم؛ نو پام مو وسه، چې څرنګه چلن ورسره کوئ، چې “اکبر ثقل” يې د خداى کتاب دى، چې له يوه اړخه د خداى په لاس کې او له بل اړخه ستاسې په لاس کې دى؛ نو منګولې پرې ولګوئ، چې بې لارې نشئ او بل يې “عترت” او زما “اهلبيت” دي او ځيرن باخبر څښتن مې خبر راکړى، چې دوى به تر هغه يو له بله بېل نشي، د حوض کوثر تر غاړې درسره وويني. ))

کنزالعمال[270] په دې عبارت راوړى دى: (( داسې پېغمبر نه دى راغلى، چې د پخواني پېغمبر په نيمه به يې ژوند نه وي کړى او نږدې ده، چې ما ته هم بلنه راکړه شي او زه يې هم ومنم، ستاسې نظر څه دى او او زما په اړه څه وياست؟ )) ورته وويل شول: تا د ټولو ښېګڼه غوښته. رسول الله وويل: مګر داسې نه وه، چې شهادت مو ورکړى و، چې بې له خدايه بل خداى نشته او محمديې بنده او استازى دى او شهادت مو ورکړى، چې جنت، دوزخ او له مړينې روسته ژوند حق دى؟ )) ټولو ورته وويل: ولې نه شهادت ورکوو. رسول الله وويل: ((زه هم درسره شهادت ورکوم؛ پوه شئ، چې زه به درنه مخکې حوض کوثر ته ولاړ شم او تاسې به هم راپسې راشئ، چې بر يې له صنعا ( يمن ) تر بصرا ( شام ) پورې دى او د اسمان د ستوريو هومره جامونه پکې دي؛ نو ګورم، چې تر ما روسته له “ثقلين” سره څرنګه چلن کوئ؟)) وپوښتل شو: ثقلين څه دي؟ رسول الله وويل: (( يو يې د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى او بل اړخ يې له تاسې سره دى؛ نو منګولې پرې ولګوئ، چې بې لارې نشئ او دويم يې عترت زما اهلبيت دي او ځيرن باخبر څښتن مې خبر راکړى، چې هغوى دوه يو له بله نه بېلېدونکي دي، چې د کوثر د حوض تر غاړې مې وويني او ما له خدايه هغوى ته همداراز غوښتي؛ نو ترې مخکې نشئ، چې ورک به شئ او کوښښ مه کوئ، چې څه ورزده کړئ؛ ځکه هغوى تر ټولو پوه دي؛ نو د هر چاچې زه ولي او د واک خاوند وم؛ علي يې ولي او د واک خاوند دى؛ نو خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه. ))

متقي بيا وايي: دا روايت طبراني په کبير کې له ابي الطفيل له حضرت زيد بن ارقم او هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک، ١٦٣مخ ) کې په لږ اړپېچ له حضرت زيد بن ارقم څخه په لږ اړپېچ داسې رانقل کړی: رسول اکرم په “جحفه” کې واړوله او بيا يې د خداى تر ستاينې روسته خلکو ته وويل: (( داسې پېغمبر نه پېژنم، چې الخ بيا وايي: له دې هم په يوه لنډ روايت کې راغلي، چې د سپينو زرو د جامونو پرځاى پکې د سرو زرو جامونه راغلي دي، بيا وايي: روايت دى، چې کله د خداى نبي له حجة الوداع راستون شو؛ نو په “خم غدير” کې تم شو او حکم يې وکړ، چې تر ونو لاندې سيورى جارو کړئ او بيا پاڅېد او خلکو ته يې وويل: (( ګواکې بلل شوى يم او ما هم و منله )) ( او په پاى کې وايي ) ما يزيد ته وويل: آيا دا حديث دې په خپله له رسول الله اورېدلى دى؟ را ته يې وويل: تر هغو ونو لاندې به داسې څوک نه و، چې د خداى د رسول غږ به يې په خپلو دوو غوږونو نه وي اورېدلى او په سترګو به يې نه وي ليدلاى.

کنزالعمال[271] په دې عبارت راوړى: (( لطيف او خبير څښتن خبر راکړى، چې پېغمبران د تېر پېغمبر د عمر په نيمايي ژوند کوي او نږدې ده، چې و بلل شم او زه هم بلنه ومنم او زه تاسې او خپل ځان مسئول ګڼم؛ نو اوس مې د دندې په اړه څه وياست؟)) ورته وويل شول: شهادت ورکوو، چې خپل رسالت دې ښه ترسره کړ او کوښښ او جهاد دې وکړ او د ټولو ښېګڼه دې وغوښته. بيا رسول اکرم وويل: (( آيا شهادت ورکوئ، چې بې له خدايه بل خداى نشته او محمد د خداى بنده او استازى دى، جنت حق دى، اور حق دى، مرګ حق دى او تر مړينې روسته راژوندي کېدل حق دي، قيامت راتلونکى دى او اړنګ پکې نشته او خداى به ټول خلک له قبرونو راژوندي کوي؟ خلکو! خداى زما مولا او زه د ټولو مؤمنانو مولا يم او تر هغوى وړ او واک يې لرم؛ نو د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ نو خدايه د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن و سه. خلکو زه درنه مخکې تلونکى يم او تاسې به راسره د هغه حوض تر غاړې ووينئ، چې بر يې له بصرا ( شام ) تر صنعا (يمن ) پورې او د اسمان د ستوريو هومره د سپينو زرو جامونه پکې دي او هلته مو چې راسره وليدل؛ نو زه به درنه د ثقلينو پوښتنه کوم؛ نو ګورم، چې څرنګه چلن ورسره کوئ، چې يو يې “اکبر ثقل”؛ د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى سره او بل يې له تاسې سره دى؛ نو منګولې پرې ولګولئ، چې بېلارې نشئ او نور درباندې واکمن نشي او بل يې زما عترت اهلبيت دي، چې لطيف او خبير خداى مې خبر راکړى، چې دوى به هېڅکله يو له بله بېل نشي، د حوض کوثر تر غاړې راسره وويني. ))

 کنزالعمال[272] وايي: (( علي بن ابيطالب د هغه مولا دى، چې زه يې مولا وم. ))

کنزالعمال[273] په دې عبارت رانقل کړی: (( پوه شئ! خداى زما ولي او زه د هر ولي مؤمن يم او د چاچې ولي وم؛ نو علي يې مولا دى. ))

کنزالعمال[274] داسې عبارت راوړى دى: (( خدايه! د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هر هغه چاچې د علي مرسته کوي. ))

کنزالعمال[275] داسې عبارت راوړى دى: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه. ))

کنزالعمال[276] وايي: له ميمون بن عبدالله روايت دى: له زيدبن ارقم سره وو، چې يو سړي د علي په اړه پوښتنه وکړه. زيد ورته وويل: له رسول الله سره د مکې او مدينې ترمنځ په سفر کې وو، چې په “خم غدير” نومې ځاى کې تم شو، بيا د جمې د لمانځه لپاره اذان وشو، خلک راټول شول او رسول اکرم د خداى تر ستاينې روسته وويل: (( خلکو! آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم او د واک خاوند يې نه يم؟ )) ورته وويل شول: هو همداسې ده او موږ شهادت ورکوو، چې ته د هر مؤمن واک او اختيار لرې او تر هغوى وړ يې. بيا رسول الله مبارک وويل: (( پوه شئ! د چاچې زه مولا وم دايې مو لا دى. )) دا مهال يې علي له لاسه ونيو او خلکو ته يې وښود.

بيا يې وويل: ((خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه. )) ( بيا وايي: دا خبره د ابن جرير طبري ده )

کنزالعمال[277] له عبدالرحمان بن ابي ليلى روايت کړى، چې وايي: حضرت علي خطبه وويله او بيا يې خلکو ته وويل: ستاسې دې پر اسلام قسم وي او هغه کسان دې پاڅي، چې د “خم غدير” پر ورځ يې له رسول الله اورېدلي و ي: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي او مرسته و نه کړې د هغه چې د علي له مرستې ځان ژغوري )) دا مهال لس او څو تنه نور پاڅېدل او شهادت يې ورکړ؛ خو هغوى چې پا نه څېدل او شهادت يې ور نه کړ؛ نو تر مړينې مخکې يا ړانده شول او يا د برګي پر ناروغۍ اخته شو. ( خطيب ددې کسانو نوم ذکر راوړى دى )

کنزالعمال[278] له حضرت علي روايتوي او وايي: رسول اکرم وويل:

((آيا پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟ )) ورته وويل شول: هو، همدسې ده. بيا پاک نبي وويل: (( د چاچې زه ولي يم؛ هغه يې ولي دى )) ( له ابن عاصم څخه روايت شوى دى ))

کنزالعمال[279] له جابر بن سمرة روايتوي، چې ويلي يې دي: په “جحفه” کې په “خم غدير” کې وو، چې و موليدل رسول اکرم علي له لاسه نيولى، وايي: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى )) ( روايت له ابن ابي شيبه شوى دى ))

کنزالعمال[280] له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي: په جحفه کې په “خم غدير” کې له رسول الله سره وو، چې د جهينيه، مزينة او د غفار د ټبر ډېر خلک راټول شوي وو، چې رسول الله مبارک له خپلې کېږدۍ راووت او په خپل لاس يې درې ځل اشاره وکړه او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. )) ( بزار )

کنزالعمال[281] له جرير بجلي روايتوي او وايي: د حج په موسم کې له رسول الله سره وو، هغه د حجة الوداع سفر و، چې “خم غدير” ته راورسېدو، چې د جمې د لمانځه لپاره غږ وشو، ټول لمونځ ته راټول شول؛ مهاجر او انصار ټول سره راټول شوي ول، پېغمبر اکرم زموږ د ټولو په منځ کې ولاړ و او و يې ويل: (( خلکو! پر څه شهادت ورکوئ؟ )) ورته وويل: پردې چې بې له خدايه بل خداى معبود نشته!. بيا يې وپوښتل: (( نور پر څه شهادت ورکوئ )) ورته وويل شول: داچې محمد د خداى بنده او استازى دى!. بيا يې وپوښتل: ((ولي مو څوک دى؟ )) ورته وويل شول: خداى او استازى يې! بيا يې وپوښتل: ( ولي مو څوک دى؟ )) او بيا يې دواړه لاسونه بډ وهل او علي يې له لاسونو ونيو او په جيګ غږ يې وويل: (( د چاچې خداى او استازى يې مولا دى؛ نو دا يې هم مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه. )) ( د حديث تر پايه ) (طبراني )

کنزالعمال[282] وايي: حضرت علي وايي: رسول اکرم په “خم غدير” کې تر ونې لاندې کېږدۍ ووهله او بيا له کېږدۍ راووت او علي يې له لاسه ونيو او و يې ويل: (( خلکو! آيا شهادت مو نه ورکاوه، چې پالونکى څښتن مو معبود دى؟ )) ورته وويل شول: هو شهادت ورکوو. بيا يې وپوښتل: (( آيا شهادت مو نه ورکاوه، چې ستاسې د واک خاوند خداى او استازى يې دى؟ او داچې پېغمبر مو مولا دى؟ )) ورته وويل شول: هو شهادت ورکوو. بيا رسول الله وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى او په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم، چې که منګولې مو پرې ولګولې؛ نو هېڅکله به بېلارې نشئ؛ يو د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى او بل يې له تاسې سره دى او دويم يې زما اهلبيت دي. ))

کنزالعمال[283] له عمير بن سعد څخه روايت کړى، چې وايي: علي په رحبه ( کوفه ) کې خلکو ته چې زه هم پکې وم، قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي وي: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. )) بيا اتلس تنه پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې دا خبره مو د خداى له استازي اورېدلې ده. ( طبراني په اوسط کې راوړى دى )

حضرت زيد بن ارقم: حضرت علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازى اورېدلى وي: (( ايا خبر نه ياست چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ او د واک خاوند يې يم او د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. )) بيا دولس تنو پر دې خبره شهادت ورکړ [284].

ابي اسحاق له عمرو ذى مرو له سعيدبن وهب له زيد بن يثيع: وا مو ورېدل، چې علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاځي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلې وي: ((زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ او د واک خاوند يې يم، د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى خدايه د دوستانو يې دوست او دښمانو يې دښمن وسه او مرسته د هغه و نه کړې، چې د علي مرسته نه کوي )) بيا ديارلس تنو شهادت ورکړ، چې دا خبره يې د خداى له استازي اورېدلې ده[285].

 سعد: د خداى له استازي مې د علي درې ځانګړنې واورېدې، چې که يوه يې هم زما وه؛ نو په دنيا کې به تر هر څه راته ښه وه؛ لومړى: رسول الله علي ته وويل: ((داسې راته يې؛ لکه هارون، چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ)) دويم: ورته يې وويل: (( سبا به د د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛ هغه چې هېڅکله له جګړې نه تښتي. )) درېیم: (( د چاچې زه مولا يم؛ علي يې ولي دى. [286]))

علي وايي: د “خم غدير” پر ورځ يې رسول الله له لاسه ونيو او خلکو ته يې وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. [287] )) ( د حديث تر پايه )

اصابه وايي[288]: ابن عقده د موالات په کتاب کې له حبة بن جوين روايتوي، چې وايي: د “خم غدير” ورځ وه، چې رسول الله حکم وکړ: جارچييان دې غږ کړي ( الصلاة جامعة ) ابن جوين تر هغه حديث روسته د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) روايت داسې رانقلوي، چې د علي لاس يې پورته او دومره يې پورته کړ، چې ما يې تخرګونه وليدل او زه پر هغه ورځ مشرک وم.

دا روايت ابن اثير جرزي هم په اسدالغابه ( لومړي ټوک، ٣٦٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي: له يعقوب بن يوسف ( تردې چې وايي ) له حبة بن جوين عرني بجلي روايت شوى، چې و يې ويل: د “خم غدير” پر ورځ د خداى رسول د جماعت د لمانځه حکم وکړ او دا وخت لا نيمه ورځ تېره شوې وه. د خداى تر ستاينې روسته يې وويل: ((خلکو! خبر ياست، تر تاسې ډېر زه ستاسې واک لرم؟ )) خلکو ورته وويل: هو خبر يو. بيا رسول الله وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه. )) او بيا يې د علي لاس دومره پورته کړ، چې ما يې تخرګونه وليدل او زه پر دې ورځ مشرک وم.

ابن عقده د موالات په کتاب کې د عمرو بن يعلي مره له لارې له پلار له نيکه روايت کړى، چې ويلي يې دي:علي، چې کوفې ته راغى؛ نو خلکو ته يې قسم ورکړ، هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له نبي اورېدلي وي: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. )) بيا لس او يو څو نور کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې پکې زيد که يزيد بن شراجيل انصاري هم پاڅېد او شهادت يې ورکړ[289].

دا روايت ابن اثير جرزي هم د اسد الغابه د پينځم ټوک په شپږم مخ کې راوړى او ويلي يې دي: ابوموسى را ته خبر راکړى ( همداراز يې راويان شمېرلي، چې رارسېدلى ) ابوالعباس ابن عقده (تردې چې وايي ) له عمرو بن عبدالله بن مره له پلار له نيکه روايت دى، چې وايي: د خداى له رسول مې واورېدل: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمانو يې دښمن وسه )) او بيا چې کله علي کوفې ته راغى؛ نو خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې له رسول الله اورېدلي وي: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. )) بيا لس او يو څو نور تنه پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې پکې د خداى د استازي صحابي ابو ايوب ( هغه چې په مدينه کې يې رسول الله ته په خپل کور کې ځاى ورکړ ) او بل ناجية بن عمرو خزاعي هم و. ( د جرزي د وينا له مخې ) چې د اسدالغابه دويم ټوک همدا روايت رانقل کړی دى.

اصابه وايي: ابن عقده هم _ د عمرو بن عبدالله بن يعلي بن مره له پلار له نيکه څخه _ روايت کړى، چې وايي: چې کله علي کوفې ته راغى؛ نو خلکو ته يې قسم ورکړ، چې اولس تنو شهادت ورکړ، چې حضرت عامربن ليلي غفاري هم پکې و [290].

اصابه[291] وايي: ابن عقده د موالات په کتاب کې د موسى بن اکتل بن عمير نميري له لارې روايتوي، چې وايي: تره مې عامر بن عمير موږ ته د “خم غدير” حديث رانقل کړی دى.

اصابه[292] وايي: ابوالعباس بن عقده د (( جمع طرق )) په کتاب کې د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) حديث د ابراهيم بن محمد، چې زما په آند ابن ابي يحيى په سند دى، له جعفر بن محمد له پلاره او ايمن بن عبدالله بن يا ليل څخه رانقل کړی، چې وايي: د خداى له رسول مې واورېدل، چې ويل يې: د چاچې زه مولا وم الخ او بيا يې وويل: دا روايت ابوموسى استدراک کړى دى.

ابن اثير د اسدالغابه د درېیم ټوک په ٢٧٤ مخ کې ويلي:

(( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى. ))

اصابه وايي: ابن عقده د موالات په کتاب کې د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) په راويانو کې د حضرت عبدالرحمن بن عبدرب انصاري نوم هم راوړى او بيا يې حديث د حضرت اصبغ بن نباته له لارې داسې رانقل کړی دى: علي، چې په رحبه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې يوازې هغه کسان دې پاڅي، چې پخپله يې د “خم غدير” پر ورځ د رسول اکرم وينا اورېدلي وي، چې لس او يو څو نور تنه پاڅېدل، چې پکې ابو ايوب، ابو زينب او عبدالرحمن بن عبدرب انصاري (رضى الله عنهم) هم وو او و يې ويل: شهادت ورکوو، چې رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ وويل: (( خداى زما ولي دى، زه د مؤمنانو ولي يم او د هر چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې ولي دى. [293]))

دا روايت يې د اووم ټوک د لومړي قسم په ٧٨ مخ کې هم راوړى او پکې راغلي: شهادت ورکوو، چې د “خم غدير” پر ورځ حال داچې رسول اکرم علي له لاسه نيولى و، وويل: ((شهادت نه ورکوئ، چې ما د خداى رسالت تر سره کړ؟ )) ورته وويل شول: هو شهادت ورکوو. رسول الله وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى. ))

دا روايت ابن اثير جرزي د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٢٠٥ مخ کې راوړى او دا زياتوالى هم پکې راغلى: (( خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي او مرسته و نه کړې د هغه چې د علي مرسته نه کوي. )) دا روايت طحاوي هم د مشکل الاثار د دويم ټوک په ٣٠٧ مخ کې او د ( و انصر من نصره و اخذل من خذله ) غونډله يې هم راوړې ده.

اصابه[294] له ابو العباس بن عقده ( د موالات د کتاب خاوند )څخه روايتوي: سعد بن طالب ابو غيلان راته وويل: ابواسحاق را ته وويل: يوې ډلې، چې نومونه يې نشم اخستى راته روايت کړى، چې حضرت علي په رحبه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغوى دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې له رسول الله اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى. )) چې يوه ډله پاڅېده او شهادت يې ورکړ، چې حضرت عبدالرحمن بن مدلج هم پکې و.

همدا مانا ابن شاهين له ابن عقده نقل او ابو موسى استدراک کړى دى.

ابن اثير جرزي هم د اسدالغابه د درېیم ټوک په ٣٢١ مخ کې راوړى، چې پکې راغلي: شهادت يې ورکړ، چې دا خبره يې د خداى له نبي اورېدلې او هغوى چې پردې شهادت پرده واچوله او شهادت يې ور نه کړ؛ نو تر مړينې مخکې ړانده شول او يا په کوم آفت ککړ شول.

اصابه[295] وايي: ابوالعباس بن عقده د موالاة په کتاب کې د ابا قدامه انصاري نوم اخستى _ ابوالعباس په خپل کې د غدير د حديث د نقلولو لارې شمېرلې دي _ اود محمد کثير له فطر له ابي الطفيل له لارې روايت کړى چې وايي: موږ له علي سره وو چې خلکو ته يې قسم ورکړ چې هغوى دې پاڅي چې د “خم غدير” په کيسه کې وو چې اتلس کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ چې پکې ابو قدامه انصاري هم و.

ابن اثير جرزي هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٢٧٦ مخ کې راوړى او د سند تر راوړو روسته يې ويلي دي: ابي الطفيل: موږ له علي سره وو چې خلکو ته يې قسم ورکړ چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي چې د “خم غدير” په پېښه کې وو چې بيا اوولس کسان پاڅېدل ابوقدامه انصاري هم پکې و، شهادت يې ورکړ، چې له رسول الله سره له حجة الوداع څخه راستنېده او ماسپيښين و، چې رسول الله مو وليد او حکم يې وکړ، چې د ونو ښاخونه سره وتړئ او بيا يې پرې څادرونه هوار کړل او بيا جارچيانو د لمانځه غږ کړ، ټولو لمونځ وکړ او بيا رسول اکرم د خداى تر ستاينې روسته وويل: (( خلکو! خبر ياست، چې خداى زما مولا او زه د مؤمنانو مولا يم او پر مؤمنانو تر هغوى وړ او واک يې زما په لاس کې دى؟)) ( دا خبره يې څو ځلې وکړه او هر ځل ورته خلکو ) وويل: هو خبر يو.

بيا حال داچې ستا لاسونه يې په خپلو لاسونو کې وو، وويل: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه. )) او دا دعا يې درې ځلې وکړه.

اسدالغابه[296] وايي: ابو احمد عسکري په خپل سند له عمارة بن يزيد له عبدالله بن علاء له زهري (تردې چې وايي ) څخه روايت کړى، چې وايي: له اباجنيدة جندع بن عمرو بن مازن څخه مې واورېدل، چې د خداى له استازي يې اورېدلي دي:

(( کور دې د هغه وسوځي، چې په لوى لاس په ما پورې دروغ تړي. )) او همداراز مې ترې واورېدل: _ او که داسې نه وي؛ نو خداى دې زما دواړه غوږونه کاڼه کړي _ له حجة الوداع څخه د راستنېدو پر مهال، چې په “خم غدير” کې يې خطبه وويله او حال داچې علي يې له لاسه نيولى و، وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو دا يې ولي دى، خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه. )) عبدالله وايي: ما زهري ته وويل:دا حديث په شام کې چا ته مه وايه؛ ځکه هلته د اوبو څښکلو په څېر علي ته کنځلې کوي. په ځواب کې يې راته وويل: پر خداى، چې د علي په فضيلت کې دومره حديثونه لرم، چېکه مې ورته وويل؛ نو و به مې وژني.

( اسدالغابه: درېیم ټوک، ٣٠٧ مخ ) په خپل سند له اصبغ بن نباته روايتوي، چې وايي: علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې په تاسې کې دې يوازې هغه کسان له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې په خپله له رسول الله اورېدلي وي: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. )) بيا لس او يو څو نور تنه، چې پکې ابوايوب انصاري، ابوعمرة بن محصن، ابوزينب، سهل بن حنيف، خزيمه بن ثابت، عبدالله بن ثابت انصاري، حبشى بن جناده سلولى، عبيده بن عازب انصاري، نعمان بن عجلان انصاري، ثابت بن وديعه انصاري، ابوفضاله انصاري او عبدالرحمن بن عبدرب (رضى الله عنهم) پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې موږ د خداى له استازي واورېدل، چې ويل يې: (( عزوجل څښتن زما ولي او زه د مؤمنانو ولي يم او پوه شئ! زه چې د هر چا ولي وم؛ نو علي يې مولا دى؛ نو خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او د هغه ملاتړ شې، چې د علي ملاتړ وي. ))

له همدان څخه د برد په نامه يو سړى معاويه بن ابوسفيان ته راغى او وا يې ورېدل، چې ( عمرو) حضرت علي ته کنځلې کوي، چې ورته يې وويل: زما سپين ږيرو د خداى له استازي اورېدلي چې (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى. )) نو آيا دا حديث صحيح دى که باطل؟ عمرو وويل: حق دى او زه به تردې درته ډېر ووايم او هغه داچې د رسول الله په اصحابو کې د حضرت علي هومره يو هم فضيلت نه لري [297].

طحاوي[298] په خپل سند له محمد بن عمر بن علي له پلار حضرت علي روايتوي، چې وايي: پېغمبر اکرم په “خم غدير” کې له خپلې کېږدۍ راووت او زه يې له لاسه ونيوم او و يې ويل: (( خلکو! آيا تاسې نه وئ، چې ويل مو چې پالونکى مو الله دى؟)) ورته وويل شول: هو موږ وو. رسول الله: (( آيا هغه خلک نه وئ، چې ويل به مو چې واک مو د خداى او د خداى د استازي په لاس کې دى او دا چې خداى او استازى يې ستاسې مولا دى؟ )) خلکو وويل: هو همداراز ده. رسول الله: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى او زه په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم؛ که منګولې مو پرې ولګولې؛ نو تر ما روسته به هېڅکله بې لارې نشئ، چې يو يې د خداى کتاب او بل يې زما اهلبيت دي. ))

مناوي[299] د غدير حديث يې له ديلمي په دې ټکيو راوړى: ( د چاچې زه پېغمبر وم؛ نو علي يې ولي دى ) او وايي: نو ځکه حضرت ابابکر _ د دارقطني د وينا له مخې _ وويل: علي د رسول الله عترت دى.

هيثمي[300] حضرت عمار ياسر: حضرت علي بن ابيطالب د مستحب لمانځه پر رکوع و، چې سوالګر يې مخې ته ودرېد او حضرت علي خپله په لاس ګوته سوالګر ته ورکړه. پېغمبر اکرم چې راغى؛ نو سوالګر ورته کيسه وکړه، چې بيا دا آيت راغى: (انما وليکم الله و رسوله والذين آمنوا الذين يقيمون الصلاة و يوتون الزکاة و هم راکعون ) رسول اکرم آيت ووايه او بيا يې وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه. )) ( طبراني )

( هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٠٥ مخ ) حضرت زيد بن ارقم: د خداى نبي حکم وکړ، چې تر ونو لاندې ځاى جارو او ابپاشي کړئ او بيا يې موږ ته خطبه وويله او په خداى قسم، چې تر قيامته پورې د هر څه وړاندوينه يې راته وکړه او بيا يې وويل: (( خلکو! څوک دى، چې ستاسې واک يې په لاس کې دى؟ )) خلکو ورته وويل: خداى او استازى يې! رسول الله: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو دا يې مولا دى. )) او بيا يې علي له لاسه ونيو او ټولو ته يې وښود او بيا يې وويل: (( خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه! )) ( وايي ) دا روايت طبراني او بزار تر دې هم بشپړ رانقل کړی دى.

هيثمي[301] وايي: له داود بن يزيد اودي له پلاره روايت کړى، چې وايي: حضرت ابوهريرة، چې جومات ته راننووت؛ نو خلک ترې راتاو شول، چې دا مهال يو ځوان پاڅېداو و يې ويل:پر خداى مو قسم، چې آيا د خداى له رسوله دې اورېدلي چې: (( د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. خدايه د دوستانويې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه. ))؟ حضرت ابوهريره وويل: شهادت ورکوم، چې د خداى له استازي مې اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه. )) هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې وايي: حضرت انس بن حويرث وايي: پېغمبر اکرم وايي:

(( د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. )) ( وايي ): دا روايت طبرانې رانقل کړی او رجال يې ډاډمن دي.

 حميد بن عمارة: له خپل پلاره مې واورېدل، چې ويل يې: د خداى له استازي مې اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. خدايه د دوستانويې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه. )) (دا خبره يې په داسې حال کوله، چې علي يې له لاسه نيولى و[302]. (بزار)

حضرت ابن عباس: د خداى رسول وويل: (( د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. [303] )) ( طبراني )

د يارانو مبارکي

امام احمد بن حنبل[304] په خپل سند له حضرت براء بن عازب څخه روايتوي، چې وايي: په يوه سفر کې له رسول الله سره وو، چې په “خم غدير” کې تم شو ( حديث ته هماغسې ادامه ورکوي؛ لکه څنګه چې په صحيح ابن ماجه کې راغلى ) بيا يې علي له لاسه ونيو او رسول الله وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى، خدايه د دښمنانويې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه. )) حضرت براء بن عازب وايي: حضرت عمر، چې حضرت علي وليد؛ نو ورته يې وويل: د ابوطالب زويه مبارک دې شه، چې د تل لپاره د مؤمن او مؤمنې مولا شوې.

( فخر رازي په کبير تفسير کې ) د مائدې د سورت د ( يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک ) آيت په تفسير کې وايي: ددې آيت لسمه وجه او شان نزول دادى، چې د علي په فضيلت کې نازل شوى او تر نازلېدو روسته يې د خداى نبي د علي لاس ونيو او و يې ويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى، خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه. )) چې بيا عمر راغى او علي ته يې وويل: مبارک دې شه، چې د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې.

خطيب بغدادي[305] په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي، چې وايي: څوک چې د ذي الحجه په اتلسمه روژه شي؛ نو د شپږ مياشتو د روژو ثواب به ورته ليکل کېږي؛ ځکه د “خم غدير” ورځ ده، چې پر هغه ورځ رسول الله علي له لاسه ونيو او و يې ويل: (( آيا د مؤمنانواو تر هغوى وړ نه يم؟ )) ورته وويل شول: هو يې! بيا يې وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى. )) تر دې روسته حضرت عمر بن خطاب راغى او و يې ويل: بخ بخ لک يابن ابيطالب چې د تل لپاره زما او د هر مسلمان مولا شوې. بيا خداى دا آيت راولېږه: ( اليوم اکملت لکم دينکم )

فيض القدير[306] په شرح کې يې وايي: چې کله حضرت ابوبکر او حضرت عمر د رسول اکرم له خولې واورېدل، چې علي ته وايي: من کنت مولاه فعلى مولاه )؛ نو راغلل او علي ته يې وويل: د ابوطالب زويه! د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې.

محب طبري[307] وايي: عمر وايي: يو څو بيدياني عربان په جنګ ورته راغلل، چې حضرت عمر، حضرت علي ته وويل: اباالحسنه! په دوى کې ورمندون-قضاوت وکړه. علي هم په هغوى دوو کې ورمندون وکړ. په هغوى کې يو نيوکه وکړه او و يې ويل: دا به په موږ کې ورمندون کوي. حضرت عمر له ځايه پاڅېد او هغه يې له ګرېوانه راونيو او ورته يې وويل: هغه پېژنې، چې څوک دى؟ دا زما او د هر مؤمن مولا دى او د چاچې هغه مولا نه وي؛ نو مؤمن نه دى.

رياض النضره[308] وايي: حضرت عمر ( هغه سړي ته چې شخړه يې ورسره راغلې وه ) وويل: په موږ کې به هغه سړى _ علي ته يې اشاره وکړه_ ورمندون کوي. سړي وويل: هغه سړى به په موږ کې ورمندون کوي؟! حضرت عمر له ځايه ورپاڅېد او له ګرېوانه يې راونيو او ورته يې وويل: خبريې، چې څوک ښيې؟ دا زما او د هر مسلمان مولا دى.

رياض النضره[309] سالم وايي: يو سړي حضرت عمر ته وويل: ته له علي سره داسې په درناوي چلن کوې، چې د رسول اکرم له يو صحابي سره يې هم نه کوې. عمر ورته وويل:ځکه هغه زما مولا دى.

 حضرت عمر: علي د هغه مولا دى، چې رسول الله يې مولا و[310]. (ابن السمان )

د “خم غدير” پر ورځ

 رسول الله د علي پر سر پګړۍ کېښووله

ابي داوود طيالسي[311] په خپل سند د حضرت علي له خولې وايي: د “خم غدير” پر ورځ رسول اکرم راته پګړۍ پر سر کړه، چې شا ته راځنګېده ( بيا وايي ): خداى د بدر او حنين پر ورځ په هغه پرښتې زما مرسته وکړه، چې د “خم غدير” د پګړۍ په څېر پګړۍ يې درلوده.

کنزالعمال[312] علي وايي: رسول اکرم راته د “خم غدير” پر ورځ پر سر پګړۍ کېښووه، چې شا ته هم ځنګېده؛ ( وايي چې په يو بل نقل کې راغلي ) پر دواړو وليو مې راوځنګېده او بيا يې وويل: د بدراو حنين پر ورځ مې خداى په هغو پرښتو مرسته وکړه، چې زما د “خم غدير” د ورځې پګړۍ يې پر سر وې او بيا وايي: پګړۍ د کفر او ايمان ترمنځ واټن ده ( په بل نقل کې راغلي ) د مسلمان او کافر ترمنځ واټن ده ( د حديث تر پايه )

ابن اثير جرزي[313] په خپل سند له عبدالاعلى ابن عدى روايتوي، چې وايي: د “خم غدير” پر ورځ رسول الله علي راوغوښت او پر سر يې ورته پګړۍ کېښووه او پر شا يې هم راوځنګېده او بيا يې وويل: تل داسې پګړۍ تړئ، چې پګړۍ د اسلام ښکارندوى ده او د مسلمان او کافر ترمنځ بريد دى.

 ( يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک ) آيت

 د “خم غدير” پر ورځ راغلى دى

واحدي[314] وايي: ابو سعيد بن محمد بن علي صفار وويل چې حسن بن احمد مخلدي وويل: موږ ته محمد بن حمدون بن خالد وويل: موږ ته محمد بن ابراهيم خلوتي وويل: ما ته حسن بن حماد بن سجاده وويل: علي بن عابس له اعمش له ابي حجاب له عطيه له ابي سعيد خدري روايت کړى، چې د ( يا ايهاالرسول بلغ ما انزل اليک من ربک ) آيت د “خم غدير” پر ورځ د علي بن ابيطالب رضى الله عنه په اړه نازل شوى دى.

( فخر رازي په کبير تفسير کې ) د مائدې د سورت د ( يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک ) د آيت په تفسير کې وايي: لسم _؛ يعنې له هغو وجهو لسم، چې مفسرين يې ددې آيت د نزول په اړه بيانوي _ دادى، چې د علي بي ابيطالب په فضيلت کې راغلى دى او همداچې نازل شو؛ نو رسول اکرم هغه له لاسه ونيو او و يې ويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه. )) او تر دې روسته، چې حضرت عمر، حضرت علي وليد؛ نو ورته يې وويل: د ابوطالب زويه! مبارک دې شه، چې زما او د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې. ( فخر رازي وايي ) دا خبره د حضرت ابن عباس، براء بن عازب او محمد بن علي ده.

( اليوم اکملت لکم دينکم ) آيت

 د “خم غدير” پر ورځ نازل شوى دى

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د ( اليوم اکملت لکم دينکم) تر آيت لاندې ليکي: ابن مردويه او ابن عساکر دواړو له ابي سعيد خدري رانقل کړی، چې ويلي يې دي: چې کله رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم علي نصب کړ او د ولايت نعره يې ووهله؛ نو جبراييل راغى او د ( اليوم اکملت لکم دينکم ) آيت يې راوړ.

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د ( اليوم اکملت لکم دينکم ) تر آيت لاندې ليکي: ابن مردويه، خطيب او ابن عساکر له حضرت ابي هريره روايت کړى، چې د “خم غدير” ورځ؛ يعنې د ذي الحجې اتلسم شو؛ نو پاک نبي وويل: (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى. )) بيا خداى دا آيت راولېږه: ( اليوم اکملت لکم دينکم )

خطيب بغدادي[315] په خپل سند له حضرت ابي هريره کړى، چې وايي: څوک چې د ذي الحجې په اتلسم روژه شي؛ نو د شپېتو روژو ثواب ورته ليکل کېږي، چې دا ورځ د “خم غدير” ورځ ده، چې پر هغه ورځ رسول الله، علي له لاسه ونيو او و يې ويل: (( آيا زه د مؤمنينو مولا نه وم؟ )) ورته وويل شول: هو تاسې د مؤمنانو ولي ياست! بيا يې وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې ولي دى. )) بيا حضرت عمر بن خطاب وويل: بخ بخ لک يابن ابيطالب! مبارک دې شه چې زما او د هر مسلمان مولا شوې. بيا سبحان څښتن د ( اليوم اکملت دينکم ) آيت راولېږه. ( د حديث تر پايه ) او دې حديث ته ورته يو بل روايت هم خطيب له بلې لارې رانقل کړی دى.

حارث بن نعمان پر الهي عذاب ککړ شو؛

ځکه د “خم غدير” پر ورځ يې د خداى د رسول پر کار خوښ نه شو

شبلنجي[316] وايي: امام ابواسحاق ثعلبي په خپل تفسير کې رانقل کړی، چې يو سړي له سفيان بن عينيه وپوښتل: د (سئل سائل بعذاب واقع ) آيت د چا په اړه راغلى دى؟ سفيان ورته وويل: له ما دې داسې څه وپوښتل، چې تر اوسه لا چا نه وه پوښتلې پلار مې له جعفر بن محمد له خپلو پلرونو رانقل کړي، چې د “خم غدير” ورځ شوه؛ نو رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم جارچيانو ته حکم وکړ، چې د لمانځع غږ وکړئ او چې ټول راټول شول؛ نو رسول اکرم علي له لاسه ونيو او و يې ويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې ولي دى. )) چې دا خبره په چټکه په ټولو ښارونو کې خپره شوه او حارث بن نعمان هم ترې خبر شو، پر اوښ سپور د خداى رسول ته راغى له اوښه راکوز شو او و يې ويل: محمده! د خداى له اړخه دې حکم راکړ، چې شهادت ورکړو، چې بې له خدايه بل خداى نشته او داچې ته پېغمبر يې؛ موږ هم درسره ومنله. حکم دې وکړ، چې پينځه وخته لمونځ وکړو؛ و مو منله. حکم دې وکړ، چې زکات ورکړئ؛ و مو منله. حکم دې وکړ، چې د رمضان په مياشت کې روژه ونيسئ؛ و مو نيوله. حکم دې وکړ چې حج وکړ؛ و مو کړ؛ خو ته په دې ټولو راضي نه شوې او د خپل د تره زوى لاس دې پورته کړ، چې هغه تر موږ غوره کړى او بيا دې وويل: (( د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى. ))؛ نو آيا دا خبره د خداى ده او که له ځانه دې کړى ده؟ د خداى نبي ورته وويل: قسم پر خداى چې بې له هغه بل خداى نشته، چې دا خبره بې له خدايه د بل چا خبره نده. دا مهال حارث شا کړه، چې ستون شي او و يې ويل: خدايه! که محمد رښتيا وايي؛ نو پر ما کاڼي راووروه او يا مې پر سخت عذاب ککړ کړه. تر اوسه لا پر خپل اوښ نه و سپور شوى، چې له اسمانه پرې ټبره راګوزاره شوه او ځاى پرځاى يې مړ کړ او ورپسې سملاسي دا آيت راغى: (سئل سائل بعذاب واقع للکافرين ليس له دافع من الله ذى المعارج )

د رسول الله (ص) خليفه

حضرت عبدالله بن مسعود: رسول الله راته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: اجل مې رانږدې شوى دى. ورته مې وويل: رسول الله! آيا ابوبکر خپل خليفه کوئ؟ رسول الله راڅخه مخ واړو؛ نو پوه شوم، چې زما خبره يې خوښه نه شوه؛ نو ورته مې وويل: عمر څنګه؟ بيا يې مخ واړو؛ پوه شوم، چې بيا يې هم زما خبره خوښه نه شوه، چې بيا مې ترې پوښتنه وکړه: رسوالله ولې علي خپل ځايناستى نه کوئ؟ را ته يې وويل: (( قسم پر خداى! خليفه مو هماغه دى او که بيعت مو ورسره وکړ، لاروي مو ترې وکړه؛ نو ټول به جنتيان شئ. [317]))

رسول الله وويل: (( ووژنئ، هغه چې د خلافت پر سر له علي سره جګړه کوي که هر څوک وي. [318]))

خطيب بغدادي[319] په خپل سند له عبدالله بن احمد بن حنبل څخه روايت کړى، چې وايي: له پلار سره مې وم، چې څو تنه ورته راغلل او د ابوبکر، عمر، عثمان او علي (رضى الله عنهم) د خلافت په اړه يې اوږدې خبرې وکړې، چې په پاى کې مې پلار وويل: ډېرې خبرې مو وکړې! هغوى درېو د خلافت له لارې عزت لاس ته راوړ او علي چې خليفه شو؛ نو خلافت ته يې عزت ورکړ.

 

د رسول الله (ص) وارث

حضرت علي وايي: هغه مهال چې رسول الله ناروغ و؛ نو ورغلم، و مې ليدل، چې يو سړى يې سر ته ناست دى او دا سړى دومره ښکلى و، چې ما لا تر اوسه دومره ښکلى سړى نه و ليدلى؛ نو د ننووتو اجازه مې وغوښته، چې راته يې وويل: خپل تره زوى ته دې رانږدې شه، چې ته تر ما هغه ته ډېر وړ يې. هغه له خپل ځايه پاڅېد او زه د هغه پرځاى کېناستم بيا هغه سړى د يوې شېبې لپاره چوپ ناست و او بيا ولاړ او چې کله پېغمبر اکرم راپاڅېد؛ نو پوښتنه يې وکړه: هغه سړى څه شو، چې په غېږ کې مې ورته سر ايښى و؟ ما ورته ټوله تېره کيسه وکړه، چې رسول الله راته وويل: (( پوهېږې هغه څوک و؟ )) ورته مې وويل: نه! راته يې وويل: (( هغه جبراييل و او ددې لپاره يې راسره خبرې کولې چې درد مې کم شي. [320]))

پر علي د ظلم په اړه د رسول الله (ص) وړاندوينه

مستدرک الصحيحين[321] په خپل سند له قيس بن ابي حازم روايتوي، چې وايي: حضرت علي حضرت زبير ته وويل: يادېږې دې، چې موږ او تاسې د انصارو د يو ټبر په يو څپرګي کې ناست و، چې رسول اکرم وپوښتلې: زبيره! آيا له علي دې ښه ايسي؟ تا ورته په ځواب کې وويل: ولې ښه نه ايسي؟ درته يې وويل: ډېر ژر به ترې سرغړونه وکړې او توره به پرې راوباسې حال داچې ظالم به يې، زبير، چې دا واورېدل؛ نو ستون شو.

ابي الاسود دئلي ويلي: علي او لښکر يې، چې د دښمن لښکر ته ورسېد او دوه لښکرې سره په دوو ليکو کې مخامخ شوې؛ نو علي د رسول اکرم پر اس سپور، د دښمن لښکر ته مخامخ ودرېد او و يې ويل: ووياست چې زبير ما ته راشي. زبير ته يې غږ کړ؛ نو علي ته چې نږدې راغى، ورته يې وويل: زبيره! ستا دې پر خداى قسم وي، چې هغه ورځ په پلاني ځاى کې وو او پېغمبر اکرم زما او ستا په مخ کې تېر شو او تا ته يې وويل: زبيره! علي درباندې ګران دى؟ تا ورته وويل: آيا د ترور زوى او هغه چې زما په دين کې دى؛ نو راباندې به ګران نه وي؟ او بيا رسول اکرم راته مخ کړ: علي! زبير درباندې ګران دى؟ ورته مې وويل: رسول الله! د ترور زوى او هغه چې زما په دين کې دى؛ نو راباندې به ګران نه وي؟ او بيا يې درته وويل: سر خلاص کړه زبيره، چې ته به پر علي توره راباسې او ظلم به پرې کوې. زبير وويل: هو! پر خداى قسم چې راياد شول او پر هغه ورځ مې چې دا خبر د خداى له استازي واورېده؛ نو راڅخه هېره شوې وه؛ پر خداى قسم، چې درسره به و نه جنګېږم. بيا حضرت زبير د لښکر تم ځاى ته ولاړ. زوى يې وايي: څه خبرې دي او څه يې وويل: حضرت علي راته د رسول اکرم هغه حديث راياد کړ، چې ما ته يې ويلي ول، چې ته به له علي سره جنګېږې حال دا ظالم به يې او اوس زه له هغه سره له جګړې ډډه کوم. حضرت عبدالله بن زبير خپل پلار ته وويل: اخر ته د جګړې لپاره راغلى يې. ورته يې وويل: نه! زه راغلى يم، چې په خلکو کې سمونه وکړم او اوس ته دا کار وکړه، پرېږده، چې خداى ستا په لاس خلک اصلاح کړي. ورته يې وويل: اوس چې دې قسم خوړلى، چې ورسره و نه جنګېږې؛ نو مريى دې ازاد کړه، چې هغه دلته پاتې شي او تر هغه پورې دلته وسه، چې خلک اصلاح شي. زبير خپل مريى ازاد کړ او په خپله په يو ګوټ کې ودرېد؛ نو همداچې د جګړې لمبه بله شوه؛ نو د خپل اس پر لور ولاړ، پرې سپور شو او د لښکر له تم ځايه لرې شو[322].

چې کله حضرت علي او حضرت زبير سره مخ شول؛ نو يو بل ته ورغاړې وتل، پر ژړا شول او علي ورته وويل: زبيره! اباعبدالله! ته دلته څه کوې؟ ورته يې وويل: راغلى يم، چې د حضرت عثمان د وينې غچ واخلم. حضرت علي په حيرانتيا ورته وويل: د عثمان د وينې غچ!!! خداى دې د عثمان وژونکي ووژني! زبير ه آيا يادېږې دي چې ته او رسول الله زما په مخ کې تېر شوئ، چې د خداى استازي راباندې سلام واچاوه او راباندې يې وخندل او بيا يې تا ته وويل: زبيره! يوه ورځ به ته له علي سره جګړه کوې حال داچې ظلم به پرې کوې. زبير: هو پر خداى چې راياد مې شول. علي وويل: نو سره له دې؛ ولې او پر څه راسره جګړه کوې. زبير: پر خداى چې د رسول اکرم دا وړاندوينه مې هېره کړې وه او که ياده مې واى؛ نو هېڅکله به مې له تا سرغړونه او درسره به مې جګړه نه کوله[323].

رسول الله (ص) ام المؤمنين عايشه

له حضرت علي سره له جګړې منع کړې وه

دوه روايتونه؛ يو له حضرت ام سلمه بي بي او بل له طاووس رانقل کړي، چې رسول اکرم خپلو مېرمنو ته مخ کړ او و يې پوښتل: په تاسې کې څوک د حوئب سپي خاونده ده؟ نو عايشې بي بي وخندل، چې رسول اکرم ورته وويل: پام کوه چې هغه ته و نه اوسې[324].

ابن جرير طبري[325] په خپل سند له زهري روايتوي چې وايي: ما ته داسې رارسېدلي، حضرت طلحه او حضرت زبير، چې له خپل لښکر سره په ذي قار کې د حضرت علي لښکرته ورسېدل؛ نو د خپل لښکر مخه يې دبصرې پر لور کړه او د منکدر له سيمې ولاړل او په لار کې د حوئب له سيمې سره مخ شول، چې د هغه سيمې سپي پر غپارشول، چې حضرت عايشې بي بي وپوښتل: دا کومه سيمه ده؟ ورته وويل شول: حوئب. بي بي وويل: انا لله و انا اليه راجعون! زه هماغه يم، چې وامې ورېدل، چې رسول اکرم خپلو مېرمنو ته وويل: کاشکې، چې ويلي مو واى چې په تاسې کومه يوه ده، چې د حوئب سپي به ورپسې غاپي. بيا بي بي عايشې غوښتل له هماغه ځايه ستنه شي، عبدالله بن زبير ورغى، ورته يې وويل: تاسې ته يې دروغ ويلي؛ دا سيمه حوئب نه ده او دومره يې ورته غوږونه ډک کړل، چې جګړې ته يې چمتو کړه.

چې د حوئب د سيمې سپو په حضرت عايشې بي بي پسې وغپل، چې په ځينو کې يې راغلي، چې حضرت عايشې بي بي وويل:کاشکې د حارث بن هشام په څېر د لسو مړيو سر ته ناسته واى؛ خو په دې لار نه وم راغلې او په ځينو نورو کې راغلي او همداچې عبدالله بن زبير واورېدل، چې ام المؤمنين عايشه غواړي ستنه شي؛ نو خپل لښکرته يې وويل: النجا النجا تښتئ! تښتئ! چې علي بن ابيطالب راورسېد؛ نو لښکر مهلت ورنه کړ، چې عايشه بي بي ستنه شي[326].

احمد بن حنبل[327] په خپل سند له ابي رافع روايت کړى، چې رسول اکرم حضرت علي بن ابيطالب ته وويل: ډېر ژر به ستا او عايشې ترمنځ شخړه شي. علي وپوښتل: رسول الله! زه؟ ورته يې وويل: هو! بيا يې وپوښتل: زه؟ ورته يې وويل: هو! علي وويل: هغه مهال به په دواړو کې تر ټولو بد مرغه زه يم. پېغمبر ورته وويل: نه! خو که دا پېښه راپېښه شوه؛ نو خپل کور ته يې ستنه کړه.

صحيح بخاري[328] وايي: عثمان بن هيثم موږ ته روايت کړى، چې عوف له حسن له ابي بکرة روايت کړى، چې وايي: خداى ما ته له هغه ټکي سره خورا ګټه راکړه، چې دخداى له استازي مې اورېدلې وه، چې نږدې وو، د جمل په جګړه کې له اصحاب جمل سره يو ځاى شم او له علي سره وجنګېږم؛ خو هغه ټکي وساتلم او کيسه يې داسې وه، چې کله رسول اکرم واورېدل، چې پارسيانو د کسرى لور پر خپل سلطنت کېنولې؛ نو و يې ويل: هغه خلک به بريالي نشي، ښځه يې د چارو واکمنه وي او د عايشې بي بي په پېښه کې د رسول اکرم دا خبره راياده شوه او خداى وساتلم.

دوه روايتونه راوړي، چې رسول اکرم په حجة الوداع کې خپلو مېرمنو ته پرته له دوو؛ يعنې سوده او زمعه د جحش لور، چې نه وې راغلې او پر ياد يې ول، چې خداى ورته ويلي وو: د خپل کور په چوپړ کې شئ _ وويل: دا ځل داچې زما حجة الوداع وه؛ نو راغلئ؛ خو تر دې روسته په خپل کور کېنئ[329].

آل محمد؛

علي، حسن، حسين او فاطمه دي

امام احمد بن حنبل[330] په خپل سند له شهر بن حوشب له ام سلم څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: رسول اکرم، بي بي فاطمې ته وويل: (( مېړه او دوه زامن دې راوله )). بي بي فاطمې راوستل؛ بيا رسول اکرم پرې فدکي څادر خپور کړ او خپل لاس يې پرې کېښود او و يې ويل: ((خدايه! دوى آل محمد دي؛ نو درود او برکت پر محمد او آل يې راولېږه، چې ته حميد او مجيد يې )) حضرت ام سلمه بي بي وايي: ما ترې د څادر يوه څنډه راکښوده، چې زه هم تر څادر لاندې شم؛ نو رسول اکرم راڅخه کش کړ او و يې ويل:ته پر خير يې.

مستدرک الصحيحين[331] په خپل سند له عامر بن سعد څخه روايت راوړى، چې لنډيز يې دادى: يوه ورځ معاويه بن ابوسفيان سعد بن ابي وقاص ته وويل: ولې د ابو طالب زوى ته کنځل نه کړې؟ سعد:په اړه يې، چې درې خبرې رايادې شي؛ نو کنځلې ورته نه کوم؛ هغه درې څيزونه، چې رسول اکرم يې په اړه وويل، که يو يې هم زما په اړه و؛ نو پر ځمکه به را ته تر ټولو ګران بيه څيزونو ښه و. معاويه بن ابوسفيان وپوښتل: ابا اسحاقه! هغه درې څيزونه څه دي؟ سعد: هغه مهال، چې له اسمانه وحى راغله؛ نو رسول اکرم، علي، حسن، حسين او فاطمه تر څادر لاندې کړل او و يې ويل: ((خدايه! دوى مې اهلبيت دي )). دويم داچې د تبوک د جګړې پر ورځ رسول اکرم علي خپل ځايناستى کړ او پخپله جګړې ته ولاړ؛ نو علي ګيله وکړه: رسول الله! زه دې په مدينه کې له ښځو او ماشومانو سره پرېښووم؟ رسول اکرم ورته وويل: ((خوښ نه يې داسې راته ووسى؛ لکه هارون، چې موسى ته و؛ خو پر دومره توپير، چې تر ما روسته به بل پېغمبر نه راځي؟)) او درېیم داچې د خيبر پر ورځ رسول اکرم وويل: د جګړې بېرغ به ډېر ژر هغه ته ورکړم، چې پر خداى او استازي يې ګران دى او خداى او استازى يې هم پرې ګران دى او خداى به دا جګړه مسلمانانو ته د هغه په لاس و ګټي؛ نو دا مهال ټول اصحاب په تمه ول، چې هغوى به ښيي؛ خو رسول اکرم وويل: علي چېرته دى؟ ورته وويل شول: سترګې يې خوږېږي. د خداى استازي وويل:ورته ووايه، چې راشي. ولاړل او علي يې راوست، چې راغى؛ نو رسول اکرم ورته خپلې توکاڼې په سترګو کې وموږلې او د جګړې بېرغ يې ورکړ او خداى پرې خيبر سوبه کړ.

امام احمد حنبل[332] په خپل سند له ام سلمه رانقل کړي:يوه ورځ پېغمبر اکرم زما په کور کې و، چې خادم وويل: علي او فاطمه د وره شاته دي. رسول اکرم راته وويل: پاڅه او زما له اهلبيتو لرې شه! زه پاڅېدم او لرې ودرېدم، چې علي او فاطمه راغلل، حال داچې حسن او حسين هم ورسر ه ول؛ بيا رسول اکرم دواړه واخستل او په غېږ کې يې کېنول او ښکل يې کړل او بيا يې يو لاس پر علي او بل يې پر فاطمې کېښود او دواړه يې ښکل کړل او بيا يې پرې يو تور څادر واچاوه او و يې ويل: ((خدايه! زه او اهلبيت مې د تا پر لور يو؛ نه د اور پر لور. )) ام سلمه وايي: ما ورته وويل: او زه. راته يې وويل: او ته.

د علي کرم الله وجهه وينه او غوښه د رسول الله ده

خطيب بغدادي[333] په خپل سند له ابي العباس څخه رانقل کړی، وايي: له رسول الله کره وو، چې پر کيڼه پنډۍ يې خپل زوى ابراهيم او پر ښۍ يې امام حسين کېنولى و اويوه موچې له ده او بله له هغه اخلي، چې دا مهال حضرت جبراييل وحې راوړه او د وحې حالت، چې د خداى له استازي ولاړ؛ نو و يې ويل: جبراييل را ته وويل: خداى دې درباندې سلام وايي او وايي: موږ دا دوه ماشومان درته نه پرېږدو او يو بايد له بله ځار کړې. تر دې خبرې روسته د خداى نبي ابراهيم ته وکتل او په ژړا شو او بيا يې چې حسين ته وکتل؛ نو بيا هم په ژړا شو او و يې ويل: د ابراهيم مور يوه وينځه ده، چې که مړ شو؛ نو يوازې زه به خپه شم؛ خو که حسين مړ شو؛ نو هم به يې مور او هم به يې پلار خپه شي، زما له وينې او غوښې دي او هم به مې لور او هم به مې د تره زوى او هم به زه په خپله خپه شم؛ زه خپل غم زغملى شم؛ خو د هغوى نه؛ نو ايثار (سرښندنه) کوم؛ نو جبراييله! ابراهيم را څخه واخله. ( د حديث تر پايه)

ذخايرالعقبى[334] د حضرت انس بن مالک وينا را اخلي، وايي: يوه ورځ د خداى نبي پر منبر ډېره وينا وکړه او بيا يې وپوښتل: علي بن ابيطالب چېرته دى؟ علي له ځايه پاڅېد او و يې ويل: دلته يم! د خداى نبي خپلې سينې ته رانږدې کړ او تندى يې ورته ښکل کړ او پر جيګ غږ يې وويل: ((مسلمانانو! دا زما د دوو سبطو؛ حسن او حسين پلار دى، چې د جنت د ځوانانو دوه ښاغلي دي.))

هيثمي[335] وايي: د حضرت ابن عباس وينا ده، چې د خداى رسول حضرت ام سلمې بي بي ته وويل:

(( د علي بن ابيطالب وينه او غوښه زما ده؛ هغه ما ته داسې دى؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ. )) ( طبراني )

د رسول الله (ص) ځان

مستدرک الصحيحين[336] په خپل سند د حضرت عبدالرحمان بن عوف وينا را اخلي، وايي: رسول اکرم مکه سوبه کړه او طايف ته ستون شو او اته که اوه ورځې يې کلابند کړ او بيا راستون شو، چې په يو ځاى کې يې وويل: (( خلکو! زه درنه تلونکى يم او سپارښتنه کوم، چې له عترت سره مې ښه چلن وکړئ او موږ تاسې به د کوثر د حوض تر غاړې وينو. قسم پر هغه خداى، چې ساه مې د هغه په لاس کې ده؛ يا دا چې لمونځ به کوئ او زکوة به ورکوئ او يا دا چې له خپل اړخ به يو سړى درواستوم (او يا داسې يې وويل: هغه سړى چې زما د ځان په څېر دى ) او هغه بايد له دښمن سره جګړه وکړي او ذرار يې اسيران کړي. )) راوي وايي: خلکو ګومان کاوه، چې مراد يې ابوبکر يا عمر (رضى الله عنهما) دى؛ نو په همدې وخت کې د خداى نبي د علي لاس ونيو او و يې ويل: (( او هغه دا دى. )) بيا وايي: ددې حديث سند صحيح دى.

 (زمخشري؛ کشاف ) د حجرات د سورت د ( يا ايها الذين آمنوا ان جائکم فاسق بنباً فتبينوا )) آيت په تفسير کې وايي: رسول اکرم وليد بن عقبه د عثمان مېرنى رور ولېږه ( تر دې چې وايي ):، چې په بني المصطلق کې، چې دوستي يې ورسره وه، څېړنه وکړي؛ نو همدا چې وليد يې سيمې ته ورنږدې شو؛ نو هغوى يې مخې ته راغلل او ګومان يې وکړ، چې جګړې ته راغلى او وليد هم له هماغه ځايه ستون شو او رسول الله ته يې وويل: بني المصطلق مرتد شوي دي او زکات يې را نه کړ. پېغمبر اکرم غوسه شو او غوښتل يې جګړه ورسره وکړي، چې هغوى د رسول الله مبارک له هوډه خبر شو او و يې ويل: له رسول الله او غوسې يې پناه غواړو او دا خبره، چې د رسول الله مبارک غوږونو ته ورسېده؛ نو په اړه يې شکمن شو او پيغام يې ورولېږه، چې له ارتداده لاس واخلئ؛ ګنې د خپل ځان په څېر يو سړى درلېږم، چې و مو ځپي او ذرار مو اسيران کړي او بيا يې د علي پر اوږه لاس کېښود.

خصايص نسائي[337] په خپل سند له ابى روايتوي چې ويلي يې دي: د خداى نبي وويل: (( بني وليعه دې له خپلو کارونو لاس واخلي؛ ګنې د خپل ځان په څېر سړى ورلېږم، چې زما حکم ټکى په ټکى پلي کوي او هغوى به ووژني او ذرار به يې اسيران کړي. )) دا مهال حضرت عمر زما په ملابند لاس کېښود او بې واکه يې وويل: څوک ښيئ؟ ما ورته وويل: مطلب يې ستا ملګرى او ته يې. حضرت عمر بيا وپوښتل: رښتيا ووايه څوک ښيي؟ ما ورته وويل: خاصف النعل ښيئ او دا مهال علي خپلې پڼې يې ګنډلې.

هيثمي[338] وايي: د حضرت جابر بن عبدالله وينا ده، چې وايي: رسول اکرم، وليد بن عقبه، بني وليعه ته ولېږه (تر دې چې وايي ): رسول اکرم وويل: يا دا چې بني وليعه دې له خپلو چارو لاس واخلي او يا داچې د خپل ځان په څېر سړى به ورولېږم، چې ورسره جګړه وکړي او ذرار يې اسيران کړي او هغه دادى؛ لاس يې د علي پر اوږه کېښود. ( د حديث تر پايه ) ( طبراني )

کنزالعمال[339] وايي: له عمرو بن عاص څخه روايت دى، چې وايي: له ذات السلاسل جګړې، چې راستون شوم؛ نو له ځان سره مې وويل: تر ما به څوک پر رسول الله نه وي ګران؛ نو ومې پوښته: پر تاسې څوک تر ټولو ډېر ګران دى؟ ( په کنزالعمال کې يې يو لړ نومومونه راوړي چې ) عمرو عاص له رسول الله پوښتي: علي درباندې څومره ګران دى؟ رسول الله مبارک خپلو يارانو ته مخ کړ او و يې ويل: دې سړي ته ګورئ، چې زما د ځان په اړه پوښتنه کوي. ( ابن النجار )

ابن عبدالبر[340] وايي: معمر له ابن طاووس له پلار له مطلب بن عبدالله بن حنطب څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: رسول الله مبارک د ثقيف د ټبر خلکو ته وويل: (( يا دا چې اسلام به راوړئ او يا دا چې د ځان په څېر سړى به درولېږم، چې ورمېږونه مو ووهي، ذرار مو اسيران او شتمنۍ مو غنيمت کړي. )) حضرت عمر وويل: پر خداى قسم، چې د هغې ورځې هومره مې هېڅکله د لښکر د قومندانۍ هيله نه درلوده؛ نو ټټر مې ببر کړ، چې کېداى شي ووايي چې هغه سړى دادى؛ خو پام مې شو، چې علي يې له لاسه ونيو او و يې ويل: هغه سړى دادى.

رسول اکرم وويل: له خپل اهله يو سړى او که د ځان په څېر سړى او د روايت په پاى کې راغلي، چې دوه ځلې يې وويل: هغه دادى! هغه سړى دادى. بيا محب طبري وايي: دا روايت عبدالرزاق په جامع او ابوعمرو بن سمان رانقل کړی. په دې اړه نور روايتونه هم شته، چې له انصافه به لرې نه وي، چې لنډه کتنه ورته وکړو[341].

ړومبى هغه روايت دى، چې حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېیم ټوک، ١٢٦مخ ) کې د حضرت ابن عباس د خولې وينا راخستې، چې ويلي يې دي: رسول الله مبارک د حجة الوداع په خطبه کې وويل: (( ډېر ژر به له عمالقه سره وجنګنېږم. )) جبراييل وويل: ووايه يا زه په خپله او يا علي. او د خداى رسول هماغسې وويل.

دويم هغه روايت دى، چې محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک، ١٦٤ مخ ) کې له حضرت انس بن مالک له خولې رانقل کړی، چې رسول اکرم وويل: (( داسې پېغمبر به نه وي، چې په امت کې يې څوک په شان او ورته نه وي او زما په امت کې زما په څېر علي دى. )) ((قلعى))

درېیم هغه روايت دى، چې مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ کې او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٣ مخ کې راوړى: (( علي مې ډډ او جعفر مې څانګه ده. )) بيا دواړه کتابونو ويلي: دا خبره طبراني او ضياء د عبدالله بن جابر له خولې کړې ده. )

د رسول الله (ص) په دعا، لمر، علي کرم الله وجهه ته راستون شو

خداى يو ځل لمر د حضرت سليماعليه السلام لپاره راوګرځاوه او يو ځل يې رسول اکرم ته، چې سر يې د علي پر زنګانه ايښې ويده او لمونځ ترې قضا شوى و او درېیم ځل ته يې علي ته راوګرځاوه، چې د مازيګر لمونځ پر خپل وخت وکړاى شي[342].

ثعلبي[343] وايي: احمد بن عبدالله بن حامد اصفهاني په خپل سند له عروة بن عبدالله روايتوي، چې وايي: د حضرت علي بن ابيطالب له لور فاطمې کره ولاړم، چې په هغه وخت کې بوډۍ شوې وه؛ خو بيا يې يوه غاړکۍ او دوه ډبل وښي پر لاس درلودل، چې ومې پوښتل: دا څه دي؟ را ته يې وويل: مکروه دي، چې ښځه د سړي په څېر وي! دا مې اغوستي، چې له سړيو سره توپير شم. بيا يې راته وويل: حضرت اسماء بنت عميس خثعمي راته ويلي: علي له رسول الله سره و، چې پر رسول الله د وحې حالت راغى، علي يې سر پر زنګانه کېښود او څادر يې پرې واچاوه او همداراز وو، چې لمر کوز شو او يا يې وويل: لمر پر کوزېدو و، چې پېغمبر اکرم په سد کې شو؛ پوښتنه يې وکړه: آيا لمونځ دې کړى؟ و يې ويل: نه! رسول اکرم وويل: خدايه لمر ورته راستون کړې؛ لمر راستون شو، چې د جومات تر نيمايي راورسېد.

علي ( ک) وايي:په هغه ورځو کې، چې په خېبر کې وو؛ نو يوه شپه پېغمبر اکرم د مشرکانو د وژلو له امله پوره شپه ويده نشو، چې د مازيګر تر لمانځه روسته يې سر زما په غېږ کې کېښود او ويده شو، چې لمر پرېوت او را ويښ شو؛ نو ورته مې وويل: رسول الله! د مازيګر لمونځ مې نه دى کړى؛ ځکه نه مې غوښتل راويښ مو کړم؛ د خداى نبي خپل لاسونه اسمان ته کړل او و يې ويل: خدايه! لمر ورته راستون کړه! و مې ليدل چې لمر تر مازيګره راستون شو، چاپېريال روښانه او رڼا شوه؛ پاڅېدم او اودس مې وکړ او زما تر لمانځه روسته لمر کېناست[344].

فخر رازي په کبير تفسير کې د ( ام حسب ان اصحاب الکهف و الرقيم کانوا من آياتنا عجبا ) آيت تر تفسير لاندې ليکي: له علي ( ک ) څخه روايت دى، چې يو يار يې غلا کړې او حضرت علي ته يې راوست، و يې پوښت: غلا دې کړې ده؟ و يې ويل: هو! حضرت علي ترې لاس غوڅ کړ. سړى راووت، چې په لار کې يې سلمان فارسي او يو بل صحابي وليد، چې سړي وپوښتل: چا درځنې لاس غوڅ کړى دى؟ و يې ويل: اميرالمؤمنين، د دين يعسوب، د رسول استازي او د بتول مېړه. ورته وويل شول: هغه دې لاس غوڅ کړى او ته يې ستايې؟! و يې ويل:ولې به يې نه ستايم، چې په حقه يې زما لاس غوڅ کړى او له اوره يې ژغورلى يم. سلمان ټولې اورېدلې خبرې علي ته ورسولې. حضرت علي حکم وکړ: هغه سړى ورته راولئ او سړى يې، چې راوست، حضرت علي ورته خپل لاس پر لاس کېښود او پرې شوى لاس يې ورته بيا په لاس پورې وتاړه او دعا يې ورته وکړه، چې دا مهال له اسمانه غږ راغى، چې رومال له لاسه لرې کړئ. رومال يې، چې لرې کړ؛ نو په حيرانتيا مو وليدل، چې د خداى په امر د سړي لاس بېرته روغ رمټ دى.

د حضرت ابي ذر غفاري د خولې وينا ده: زه رسول اکرم په علي پسې ولېږلم؛ نو کور ته يې چې ورسېدم او هر څومره غږونه مې، چې وکړل، ځواب يې رانه کړ او بېرته رسول اکرم ته راستون شوم، چې رسول اکرم راته وويل: ورشه ورته غږ کړه، په خپل کور کې دى؛ راغلم او بيا مې ورته غږونه وکړل؛ خو ځواب يې رانه کړ؛ نو کور ته مې سر وښکاره کړ؛ نو و مې ليدل، چې مېچنه په خپله چورلي او وړه ترې راتويېږي، خوشحاله بهر راووت او دواړه رسول اکرم ته ولاړو، رسول اکرم ما او ما هغه ته کتل، چې و يې پوښتل: ابوذره! څه درباندې شوي؟ ورته مې وويل: ډېره هېښنده پېښه مې وليده؛ و مې ليدل، چې پخپله د علي مېچنه چورلي او وړه کوي او هلته څوک نه وو، چې مېچنه وکړي!!! رسول اکرم وويل: ابوذره! خداى تعالى ګرځنده پرښتې لري، چې دنده لري له آل محمد سره مرسته وکړه[345].

 وايي: حضرت ابي سعيد وايي: علي راته وويل: يوه ورځ مې فاطمې ته وويل: د خوړو لپاره څه لرې؟ و يې ويل: نه قسم پر هغه خداى، چې زما پلار يې په حقه مبعوث کړى؛ دوه ورځې دي، چې ته په کور کې نه يې او په دې دوو ورځو کې موږ څه هم نه دي خوړلي او که څه په کور کې وو؛ نو ته به مې له ځان او زامنو مخکې کړى وې. علي پوښتنه وکړه: نو ولې دې را ته و نه ويل، چې خواړه مې درته راوړي واى؟ و يې ويل: له خدايه وشرمېدم، چې له مېړه مې داسې څه وغواړم، چې پوره کولاى يې نشي. علي پر خداى له توکل سره له کوره راووت او دينار يې پور واخست، چې په لار کې حضرت مقداد مخې ته ورغى، چې په ګرمه ورځ کې تر سوځنده لمر لاندې ولاړ دى، چې علي وپوښت: مقداده! کومې اړتيا په دې ټکنده لمر کې درېدو ته اړ کړى يې؟ مقداد وويل: ابا الحسنه! پر خپل حال مې پرېږده او مه پوښته. علي ورته وويل: روا نه دي، چې خپله ستونزه له ما پټه کړې. مقداد وويل: قسم پر هغه خداى، چې محمد يې خپل استازى کړ، چې د کوړمې-بال بچ د لوږې چغې مې اورېداى نه شوې؛ نو ځکه له کوره بې له کومې موخې راووتم. ددې خبرو په اورېدو د علي سترګې له اوښکو ډکې شوې، چې ټوله ږيره يې په اوښکو لمده شوه او و يې ويل: قسم پر هماغه خداى، چې تا پرې قسم وخوړ، چې د راوتو موخه مو يوه ده؛ ما دينار پور اخستى او تا له ځانه مخکې کوم او دينار يې مقداد ته ورکړ او په خپله رسول اکرم ته ورغى او د ماسپښين، مازيګر او ماښام لمونځ يې په جومات کې وکړ؛ د ماسخوتن تر لمانځه روسته پېغمبر اکرم له محرابه راپاڅېد او د علي په مخ کې تېر شو او پر پښه يې ورته اشاره وکړه، چې په ما پسې راځه؛ علي او پېغمبر اکرم د جومات په خوله کې يو ځاى شول. رسول اکرم پوښته وکړه: ابالحسنه! په کور کې خواړه لرې، چې د شپې خواړه راکړې؟ علي سرښکته کړ او له شرمه يې غږ ونشو کړاى؛ ځکه خبر و، چې کور يې پرېښى و. علي وويل: حباً و تکريماً ( ښه راغلاست او خداى مو راوله )ګواکې خداى خپل استازي ته وحې کړې وه، چې د نن شپې خواړه دې له خپلو اهلبيتو سره يو ځاى وي؛ رسول اکرم علي له لاسه ونيو او سره روان شول، چې د فاطمې بي بي کور ته راورسېدل، چې بي بي پر لمانځه ولاړه وه او شاته يې يو غټ دېګ وليد، چې تپ ترې اوچتېږي؛ نو همداچې بي بي د خپل پلار غږ وليد؛ نو د خپل لمانځه له ځايه راووته؛ سلام يې واچاوه؛ فاطمه پر پاک نبي خورا ګرانه وه؛ پاک نبي يې د سلام ځواب ورکړ او پر سر يې ورته لاس راکاږه او پوښتنه يې وکړه: څنګه يې؟ زه نن شپه ستاسې مېلمه يم، خداى دې وبښه، چې بښلې يې هم يې؛ نو بيا فاطمې دېګى راواخست او د پاک نبي مخ ته يې کېښود، د علي سترګې، چې پر دېګ او د خوړو بوى يې پر سپېږمو ولګېد؛ نو پر حسرت يې بي بي ته وکتل. بي بي ورته وويل: په کتو کې دې ځانګړې مانا ده؛ سبحان الله! له ما خو به داسې کوم کار نه وي شوى، چې تاسې مې غوسه کړي ياست؟ علي وويل: آياد دروغو له قسمه بله ستره ګناه هم شته؟ سهار دې قسم و نه خوړ، چې په کور کې څه نه لرو؟ بي بي اسمان ته وکتل او و يې ويل: خداى مې پر ځمکه او اسمانونو کې له هر څه خبر دى، چې ما له حق پرته هېڅ هم نه وو ويلي. علي وويل: نو دا خواړه دې له کومه کړل، چې داسې خواړه مې نه ليدلي، نه مې خوړلي او نه مې بوى کړي وو؟ رسول اکرم خپل لا س يې پر اوږو ورکېښود او و يې خوځاوه، و يې ويل: علي! دا د يو دينار اجر او ثواب دى او دا خو يوازې دنيوي ثواب دى او د خداى له لوري دى او خداى چې چا ته وغواړي روزي ورکوي؛ بيا پېغمبر اکرم پر ژړا شو او و يې ويل:قسم پر هغه خداى، چې هغه به مو له نړۍ بونځي، چې دا [ کلما دخل عليها زکريا المحراب وجد عندها رزقاًقال يا مريم انى لک هذا ) زکريا به چې د مريم محراب ته راننووت؛ نو ورسره به يې رزق مونده؛ نو پوښتنه به يې کوله: مريم! له کومه درته راغلي؟] آيت درباندې تطبيق شوى نه وي[346].

له علي بن زاذان څخه روايت دى، چې وايي: علي يو حديث نقل کړ او يو سړي دروغ وباله، چې علي ورته وويل: آيا خوښ يې، چې که ما رښتيا ويلي وو؛ نو ښېرې درته وکړم؟ سړي ورته وويل: هو. علي ورته ښېرې وکړې او سړى لا راستون شوى نه و، چې ړوند شو[347].

د جندي د کتاب تاريخ يمن کې مې ولوستل، چې قيس بن تميم په ٥١٧ هجري کال کې له رسول الله او علي حديثونه نقلول او ابو الخير طالقاني، محمود بن صالح، علي طرازي، محمود بن عبيدالله او صاعد مرزي يې حديثونه واورېدل، له هغو يې وويل:زه له ٤٥٠ ښاريانو سره، له ښاره بهر ووتو (ګواکې د مسلمانانو پر خلاف له مشرکينوسره د يو ځاى کولو لپاره وو) او په لار کې ورک شو او نه پوهېدو، چې کوم خوا ولاړ شو، چې همدا مهال يو سړى راغى او پر موږ يې يرغل وکړ او څو يرغله يې راباندې وکړل او په هر يرغل کې يې په سلونو کسان راکې ووژل، چې ٨٣ کسان پاتې شو؛ نو د ناچارۍ له مخې مو ترې امان وغوښت؛ امان يې راکړ؛ بيا روسته معلوم شو، چې هغه علي بن ابيطالب و؛ موږ ټول يې رسول اکرم ته راوستو؛ نو موږ چې راورسېدو؛ نو پاک نبي د بدر د جګړې د غنيمت پر ويشلو بوخت و. رسول اکرم زه علي ته وروبښلم او د څه مودې لپاره د مريي په حېث د علي په چوپړ کې وم او د کورنۍ د ليدو لپاره مې د ستنېدو اجازه وغوښته؛ اجازه يې راکړه؛ ولاړم او چې کله راستون شوم، حضرت عثمان وژل شوى و او زه بيا هم د علي په چوپړ کې وم؛ يوه ورځ د کار پر مهال څاروي پر لغته ووهلم او سر يې راته مات کړ، علي راته لاس پر سر کېښود او و يې ويل: اى اشبح:؛ يعنې سر ماتيه! خداى دې عمر ډېر کړه او دعا يې قبوله شوه او ٥١٧ هجري کال دى او ژوندى يم[348].

حضرت علي څومره پر رسول الله ګران و؟

صحيح ترمذي[349] له بريده له پلاره او د هماغه ټوک په هماغه مخ کې له جميع بن عمير تيمي څخه په دې باب دوه روايتونه رانقل کړي، چې په دويمي کې جميع وايي: له ترور سره مې له عايشې بي بي کره ولاړم، چې ترور مې بي بي وپوښتله، چې په خلکو کې څوک تر ټولو ډېر د خداى پر استازي ګران و؟ و يې ويل: فاطمه. پوښتنه يې وکړه: په سړيو کې پرې څوک تر ټولو ګران و؟ و يې ويل: د فاطمې مېړه؛ ځکه تر کومه، چې زه خبره يم؛ تر ټولو ډېر لمونځونه يې کول او روژې يې نيوې.

حضرت ابوبکر له رسول الله څخه د ننووتو اجازه وغوښته، چې د عايشې بي بي غږ يې واورېد، چې له رسول الله سره خوله وهي او چغې وهي او وايي: ما ته ښه معلوم دي، چې زما تر پلاره علي درباندې ډېر ګران دى؛ نو حضرت ابوبکر د ننووتو اجازه وغوښته او همداچې راننووت؛ نو د بي بي عايشې د وهلو په تکل کې شو او ښه يې ورټله؛ څو ځلې مې درته ويلي، چې د رسول اکرم په مخ کې مه درېږه او غږ دې مه پورته کوه[350]

اسدالغابه[351] په خپل سند له حضرت معاذه غفاريه روايتوي، چې وايي: زه د رسول اکرم انيس وم او تل به ورسره جګړو ته تلم، چې د ټپيانو درملنه وکړم؛ نو يوه ورځ رسول اکرم ته ورغلم، چې د عايشې بي بي په کور کې و، چې و مې ليدل علي بهر راوځي او رسول الله عايشې بي بي ته وايي: (( عايشې! دا سړى راباندې ترټولو ګران دى، حق يې وپېژنه او درناوى يې کوه. ))

معاذه[352] وويل: دا خبره مې په ذهن کې وه، چې عايشې بي بي د جمل د جګړې جنجال جوړ کړ؛ نو چې کله مدينې ته راستنه شوه؛ نو ورغلم او ورته مې وويل: ام المؤمنين! نن دې زړه له علي سره څنګه دى، سره له هغو سپارښتنو، چې رسول اکرم درته په اړه يې کړې وه؟ و يې ويل: زړه به مې څنګه وي، چې زما کور ته به راغى او پلار به مې هم په کور کې و؛ نو پلار به مې ورته په کتو نه ستړى کېده، چې يوه ورځ مې خپل پلار ته وويل: څومره علي ته ګورئ؟ و يې ويل: ځکه د خداى له استازي مې واورېدل، چې (( د علي مخ ته کتل عبادت دى. ))

اسدالغابه[353] په خپل سند له ابي هاشم روايتوي، چې مور او پلار دواړه يې د رسول اکرم ازاد شوي ول: زما مور د رسول اکرم وينځه وه چې وايي: يوه ورځ پېغمبر اکرم له جوماته د علي او فاطمې کور ته راغى؛ نو و يې ليدل، چې دواړه ويده دي او لمر راختلى دى؛ نو سر ته ورته ودرېد او پر خپل خيبري څادر يې د لمر مخه ونيوه او تر څو شېبو روسته يې وويل: پاڅئ اى تر ټولو راباندې ګرانو[354].

د سور کړي چرګ کيسه په نورو روایتونو[355] کې هم راغلې؛ خو دلته ويل شوي، چې سور شوى چرګ ام ايمن ډالۍ رالېږلى و او همداراز پکې راغلي، چې انس وايي:هر ورځ به يو انصاري ځوان د رسول اکرم خدمت کاوه، چې پر هغه ورځ زما وار و او له هغه دوو روايتونو په يوه کې راغلي، چې د رسول اکرم تر دعا روسته ړومبى حضرت ابوبکر راغى او د ننووتو اجازه يې وغوښته؛ خو رسول اکرم اجازه ونه کړه، بيا حضرت عمر راغى، چې هغه ته يې هم اجازه ونه کړه او درېیم حضرت علي و، چې اجازه يې ورکړه.

مستدرک الصحيحين[356] په دوو سندونو له ثابت بناني روايتوي، چې حضرت انس بن مالک ناروغ شوى و او محمد بن حجاج او يو ډله نور يې پوښتنې ته راغلي ول، چې هر چا غورې کولې، چې د علي خبره رامنځ ته شوه او محمد بن حجاج په علي پسې خوله راوسپړله او سپکې سپورې يې پيل کړې، چې انس وويل: دا څوک دى؟ ما کېنوئ. انس يې کـېناوه او بيا يې وويل: د حجاج زويه! وينم، چې په علي پسې دې خوله راسپړلې ده. قسم پر هغه خداى، چې محمد يې پر حقه مبعوث کړى. يوه ورځ مې د رسول اکرم خدمت کاوه؛ ځکه هر ورځ به يو انصاري مريى د رسول اکرم خدمت کاوه، چې پر هغه ورځ زما وار و، چې ام ايمن چرګ راوړ، چې رسول اکرم ازاده کړې وه، چې ماهم د رسول اکرم مخې ته کېښود. پوښتنه يې وکړه: ام ايمن دا څه دي؟ و يې ويل: چرګ دى او تاسې ته مې کباب کړى دى. رسول اکرم دعا وکړه: خدايه تر ټولو ګران بنده دې راورسوه، چې دا چرګ راسره وخوري؛ نو همدا چې د رسول اکرم دعا پاى ته ورسېده، ور يې وټکاوه. و يې ويل: وګوره، چې څوک دي؟ ولاړم، چې وګورم، چې تر تمبو شا څوک ولاړ دى او په زړه کې يې ويل، چې خداى دې وکړي زما کوم خپلوان وي؛ خو ومې وليدل، چې علي دى؛ خو بيا مې هم اجازه ور نه کړه، چې دا کار درې ځل تکرار شو، چې رسول اکرم وويل: ور خلاص کړه، چې راننوځي. دا يوازې ته نه يې، چې خپلوان دې درباندې ګران دي، هغه له انصارو ځنې نه دى. هغه مې رادنننه کړ. و يې ويل: انسه! هغه چرګ ورته راوړه. را مې ووړ او دواړه يو ځاى وخوړ. محمد بن حجاج په حيرانتيا پوښتنه وکړه: آيا تا دا هر څه په خپلو سترګو ليدلي دي؟ انس وويل: هو او ژمنه يې راسره وکړه، چې ژوندى يې د علي سپکه به و نه وايې او داسې څوک مې نه دى ليدلى، چې په علي پسې به يې بد ويلي وي او څېره به يې بدرنګه شوې نه وي[357].

 

بوټي او ونې هم له حضرت علي سره مينه کوي

رياض النضره[358] له حضرت انس بن مالک روايتوي، چې وايي: حضرت علي بن ابيطالب حضرت بلال ته يو درهم ورکړ، چې خربوزه پرې واخلي. حضرت بلال وايي: خربوزه مې واخسته او چې علي ماته کړه؛ نو ترخه وه. علي وويل: بلاله دا خربوزه خپل خاوند ته يوسه او درهم ترې راواخله؛ د خداى استازي ما ته وويل: خداى ستا مينه پر بشر، ونه، مېوو او دانو لازمه کړې؛ نو چاچې دې لاروي وکړه؛ نو سپېڅلى او پاک شو او چاچې دې لاروي ونه کړه؛ نو تريخ او ناپاکه شوه او زما په ګومان دا له هغو خربوزو ده، چې ستا مينه يې نه ده منلې.

د بغداد تاريخ[359] په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي، چې و يې ويل: په ډله کې د کعبې سيوري ته ناست وو او رسول اکرم راته وينا کوله، چې ناڅاپه په رکن يماني کې يو څيز راروان و، چې رسول اکرم پرې توکاڼې تو کړې. و يې ويل: خداى دې لعنت کړه _ او يا يې وويل: خداى دې خوار کړه _ علي بن ابيطالب پوښتنه وکړه: رسول الله دا څه دي؟ و يې ويل: مګر نه يې پېژنې؟ و يې ويل: خداى او استازى يې ښه پوهېږي. و يې ويل: دا ابليس دى. علي له ځايه پاڅېد او د تندي له وېښتانو يې راونيو او وېښتان يې ترې راوايستل او و يې ويل: رسول الله اجازه راکړئ، چې و يې وژنم. رسول اکرم وويل: مګر له ياده دې وتلي، چې تر قيامته يې عمر غوښتى دى. علي پرېښود او ابليس په يوه ګوټ کې ودرېد او و يې ويل: علي! ما درسره څه کړي دي؟ پر خداى قسم، چې ستا په دښمنانو کې داسې څوک نه وينم، چې له پلار سره به يې زه په څاڅکي کې شريک نه يم. علي! د قرآن داآيت مه هېروه: ( و شارکهم فى الاموال والاولاد ) چې ما ته يې اجازه راکړې، چې د خپلو لارويانو په مال او اولاد کې يې شريک شم.

يوه ورځ مې پېغمبر اکرم وليد، چې د خپل په څېر پر يوه ستر څيز سپور دى او پر هغه لعنت وايي او د صفا له لوري راروان دى؛ نو پوښتنه مې وکړه: دا څوک دى؟ و يې ويل: دا رټل شوى شېطان دى. ورته مې وويل: د خداى دښمنه! پر خداى، چې وبه دې وژنم، چې امت دې له شره خلاص شي. و يې ويل: مګر د نېکۍ سزا بدي ده؟ و مې ويل: د خداى دښـمنه ستا سزا څه ده. و يې ويل: پر خداى قسم ستا پر دښمنانو کې داسې څوک نه وينم، چې د مور په زيلانځ-رحم کې يې له پلار سره شريک نه يم[360].

د حضرت علي پوهه

رسول اکرم راته د علم زر ورونه رازده کړل، چې ما له هر بابه زر نور بابونه استنباط کړل[361].

استيعاب[362] وايي:معاويه بن ابوسفيان ته به چې کومه مسله راپېښه شوه؛ نوعلي ته به يې ليکل او ترې به يې مرسته غوښته؛ نو کله يې چې واوېدل، چې علي يې وواژه؛ نو و يې ويل:فقه او علم د علي له مړينې سره مړه شول. رور يې عتبه ورته وويل:پام چې د شام خلک دې دا خبره وا نه وري. معاويه ورته وويل: پرېږ ده مې.

استيعاب[363] په خپل سند له عبدالله بن عباس روايتوي چې وايي: که علم لس برخې فرض کړو؛ نو پر خداى قسم، چې نهه برخې يې په علي کې دي او علي د هغو لس برخو په هغه برخه کې هم له خلکو سره شريک دى.

استيعاب[364] په خپل سند له سعيد بن مسيب روايتوي چې وايي: بې له علي چا هم په ژوند کې و نه ويل: (سلونى؛ څه چې غواړئ؛ نو له ما يې وپوښتئ ).

کنزالعمال[365] له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: علي خلکو ته وينا کوله، چې و يې ويل:ايهاالناس! دا څه رټلې خبرې دي، چې ستاسې په اړه زما غوږونو ته رارسي؟ پر خداى چې ډېر ژر به طلحه او زبير ووژل شي او بصره به سوبه شي او ډېر ژر به د کوفې له اړخه شپږ زره پينځه سوه او شپېته او يا يې وويل: پينځه زره شپږسوه او پنځوس مرستيال سرتېري ستاسې مرستې ته راشي. ما له ځان سره وويل:دا امام د خبرې د جنګي سياست لپاره دي؛ ځکه په جګړه کې دوکه روا ده؛ خو سره له دې د کوفيانو استقبال ته ولاړم؛ نو پوښتنه مې وکړه، چې شمېر مو څومره دى او هومره يې راته وويل، چې امام وړاندوينه کړې وه. بيا مې له ځان سره وويل: دا له هغه اسرارو دي، چې رسول اکرم ورته ويلي وو؛ ځکه رسول اکرم ورته د پوهې زر بابه ورکړي ول، چې له هر باب يې زر نور بابونه خلاصېدل.

کنزالعمال[366] له ابي المتعمر مسلم بن اوس او همداراز له جارية بن قدامه سعدي روايتوي، چې دواړه وايي: له علي سره وو، چې د خپلو ويناوو په ترڅ کې يې خلکو ته وويل: مخکې له دې چې له لاسه مې ورکړئ؛ نو و مې وپوښتئ او داسې څه به نه وي، چې زه به يې ځواب ونه لرم؛ خو داسې څه، چې له عرش مافوق وي.

 حضرت علي کمیل ته وویل دلته خورا پوهه ده؛ خو څومره بده ده، چې څوک نشته، چې ددې علومو حامل شي او ور و يې لېږدوم. ګواکې د استعداد خاوندان شته؛ خو امين نه دي[367].

کنزالعمال[368] له اصبغ بن نباته روايتوي، چې وايي: له حضرت علي بن ابيطالب سره ناست وو، چې يو يهودى راغى او و يې ويل:اميرالمؤمنينه! خداى له کله و؟ نو همداچې موږ ترې دا خبره واورېده؛ نو سم مو وواهه او نږدې ول، ومري؛ خو علي وويل: خوشې يې کړئ او بيا يې وويل: يهودي وروه! چې څه درته وايم، ښه يې واوره او په زړه کې يې وساته؛ ځکه له هغه کتابه ځواب درکوم، چې خداى پر موسى نازل کړ او که تا خپل اسماني کتاب ويلي وي؛ نو د خپلې پوښتنې ځواب به پکې پيدا کړې؛ هغه چا ته صحيح دي، چې ووايو، چې له کله و، چې شتون يې پر نشتون مخکې وي؛ يعنې په يو وخت کې نه و او بيا شته شو؛ خو لا يزال خداى بې له کيف و او شتون يې د نورو د شتون په څېر نه دى؛ له لايزال مخکې لا يزال او روسته له روسته و او بې له کيفه لم يزال، غايت او منتهي دى. يهودي وژړل او و يې ويل: اميرالمؤمنينه! پر خداى، چې په تورات کې هم داسې راغلي دي او اوس شهادت ورکوم، چې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد يې بنده او استازى دى.

له مامون الرشيد له مهدي عباسي له منصور دوانيقي له پلار يې عبدالله بن عباس روايتوي، چې وايي: له حضرت عمر بن خطاب مې واوېدل، چې وايي:هېڅکله په علي پسې بدې ردې مه وياست، چې له علي سره مې د رسول اکرم داسې چلن ليده، چې که له ماسره يې درلود؛ نو تر ټولو هغو څيزونو به راته ښه و، چې لمر پرې لګي (بيا خپله خبره کوي تر دې چې دلته رارسي ) علي د څو ځانګړنو په درلودو نېکمرغه شو؛ د رسول اکرم په زومتوب، له بېوزليو سره مرسته او د قرآن پر ظاهر، باطن، فقه او تاويل علم[369].

طحاوي[370] پر دوو سندونو له عبيد بن ابي رفاعة انصاري روايتوي، چې د خد اى د استازي يارانو د حضرت عمربن خطاب په مخ کې د نطفې د عزل په اړه اړپېچ وکړ، چې حلاله ده که حرامه؟ حضرت عمر بن خطاب وويل:تاسې چې اهل بدر ياست او نن په يوه ديني مسئله کې سره شخړه کوئ؛ نو راتلونکى ځوځات به مو څه کوي؟ اصحاب چوپ شول او دوو سره پسپسکي پيل کړل، چې عمر بن خطاب وويل: دا پسپسکي څه دي؟ يو يې وويل:يهوديان عزل حرام ګڼي او يو ډول موئوده _ژوندي ښخول _ يې ګڼي. علي وويل:هله ژوندى ښخول ګڼل کېږي، چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي؛ ځکه قرآن هغه ته انسان وايي، چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي، چې دادي: ١_ولقد خلقنا الانسان من سلالة من طين. ٢_ثم جعلناه نطفة فى قرار مکين. ٣_ثم خلقنا النطفة علقة. ٤_فخلقناه العلقة مضغة. ٥_فخلقناه المضعة عظاماً. ٦_فکسونا العظام لحما. ٧_ثم انشاناه خلقاً آخر فتبارک الله احسن الخالقين. او لنډه دا چې د نطفې له منځه وړل او له زيلانځ-رحم يې بهر اچول هله ژوندي ښخول دي، چې له طين، نطفه، علقه، مضغه؛ عظام او هډوکي او يا پر غوښه پوښل شوى وي او بل خلقت شوى وي او لنډه داچې ژوندى انسان وي

کنزالعمال[371] له رسول الله مبارک روايتوي، چې وايي:علي بن ابيطالب د خلکو اعلم دى؛ پر خداى او خلکو.

 له ابي ازهراء روايتوي، چې وايي: علي بن ابيطالب به تل ويل:زه او د اولادې پاکان مې، تر ټولو خلکو سينه پراخه او تر ټولو پوه يو. خداى تعالى په موږ دروغ له منځه وړي او د لېوانو غاښونه له داړلو پڅوي او په موږ خداى مو له ورمېږونو د ذلت زنځيرونه پرانځي، خپګانونه مو له منځه وړي او په موږ دي، چې خداى پيل او پاى کوي[372].

هيثمي[373] له سلمان نه روايتوي، چې وايي: رسول اکرم ته مې وويل: رسول الله! هر پېغمبر وصي لري؛ نو ستا وصي څوک دى؟ رسول اکرم راته هېڅ هم و نه ويل؛ خو بله ورځ يې، چې وليدم؛ نو غږ يې راته وکړ او ما هم ورمنډه کړه او راته يې وويل: پوهېږې، چې د موسى وصي څوک و؟ورته مې وويل: يوشع بن نون. پوښتنه يې وکړه: ولې د موسى وصي شو؟ ورته مې وويل: ځکه په هغه وخت کې تر ټولو عالم و. رسول الله وويل: (( زما وصي علي دى، چې تر ټولو غوره دى، چې پر کړيو ژمنو مې وفا وکړي او پورونه مې ورکړي. ))

حضرت عمر بن خطاب وويل: د خداى استازي وويل:په دنيا کې د علي بن ابيطالب فضيلت ته څوک رسېداى نشي، خاوند د هدايت پر لور رهبري او له ضلالت او هلاکت يې لرې کړي[374].

هيثمي[375] په خپل سند له طبراني روايتوي، چې رسول اکرم علي ته وويل: (( قسم پر هغه خداى، چې ژوند مې يې په لاس کې دى، چې که له دې نه وېرېدم، چې مسلمانان ستا په اړه هغه څه و نه وايي، چې مسيحيان يې د عيسى بن مريم په اړه يې وايي؛ نو نن به مې ستا په اړه هغه څه ويلي ول، چې د هر مسلمان له مخې تېرېدې؛ نو ستا د پښو خاورې به يې د تبرک لپاره ښکلولې. ))

امام احمد بن حنبل[376] له وکيع له شريک له اسحاق له هبيره روايتوي، چې وايي: حسن بن علي د حضرت علي تر شهادت روسته په خطبه کې وويل: پرون له تاسې هغه سړى ولاړ، چې نه په تېرو او نه په راتلونکيو کې يې څوک پوهه لري؛ هغه چې رسول اکرم جګړې ته لېږه؛ نو جبراييل به يې ښي لور او مکائيل به کيڼ لور ته و او له بري پرته به نه راستنېده.

رسول اکرم وويل: (( زه د حکمت کور او علي يې ور دى او يا وايي: زه د علم ښار اوعلي يې ور دى. [377]))

مستدرک الصحيحين[378] په خپل سند له مجاهد له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: رسول اکرم وويل: ((زه د علم ښار او علي يې ور دى؛ نو که څوک غواړي دې ښار ته راننوځي؛ نو له وره دې راننوځي.))

د حديبيه پر ورځ حال داچې رسول اکرم د علي لاس نيولى و، وويل:دا د عالم د نېکانو امير، د ناپاکانو قاتل دى او چاچې وسره مرسته وکړه؛ نو له خداى سره يې مرسته کړې او که چا پرېښود؛ نو خداى يې پرېښى دى او بيا يې خپل غږ لوړ کړ او پر لوړ غږ يې وويل: (( زه د علم ښار يم او علي يې ور دى؛ که څوک غواړي زما د علم ښار ته راننوځي؛ نو بايد له وره راننوځي. [379]))

((رسول اکرم حضرت علي ته وويل: ته به تر ما روسته زما په امت کې د خداى هغه احکام بيانوې، چې خلک پکې اړپېچ کوي. [380] ))

رسول اکرم حضرت علي ته دنده ورکړه

چې پېريان راوبلي

په يوه باراني ورځ کې د خداى له استازي سره په جومات کې ناست وو، چې يو غږ مو واورېد: السلام عليک يا رسول الله! خو څوک نه ليدل کېدل. رسول اکرم پوښتنه وکړه: څوک يې؟ و يې ويل: زه غرفطة د شمراح پيري زوى يم او اسلام مې راوړى دى. پېغمبر ورته وويل: آفرين دې پر تا وي، ځان راوښيه! سلمان وايي: ناڅاپه زموږ مخې ته يو سپين ږيرى بوډا راووت، چې پېړ او ګڼ وېښتان يې درلودل او سترګې يې په اوږدو پرانستې، خوله يې په سينه، مخ يې له وېښتو ډک، خوله يې اوږده او په ګوتو کې يې د مرغانو د پنجو په څېر نوکان وو؛ نو ما چې وليد، وېښتان مې نېغ ودرېدل. دې بوډا پيري وويل: رسول الله! څوک راسره ولېږه، چې زموږ ډله هم اسلام ته راوبلي او زه به يې روغ رمټ تاسې ته راستون کړم[381].

 ابن حجر له خرائطي څخه د علي د لېږلو اوږده کيسه رانقلوي، تردې چې وايي: علي يې پر اوښ سپور کړ او سلمان يې ورپسې او دا درې کسان همداسې ولاړل، چې يوې وچې او شاړې بيديا ته ورسېدل او علي پر ټوله لار د خداى پر ذکر بوخت و او بيا حضرت سلمان هغه بوډا او نورو پېريانو ته سهار د لمانځه جمه ورکړه؛ بيا حضرت علي خطبې ته ودرېد او پيريان ترې راټول شول. علي د اوږدې مودې لپاره دعا وکړه، چې ناڅاپه برېښنا راغله او ډېر پيريان يې وسوځول او نورو يې اسلام راوړ او حضرت علي له حضرت سلمان سره راستون شو. رسول اکرم چې کيسه واورېده؛ نو و يې ويل: هغوى به د قيامت تر ورځې پر تا شمېري.

درېیمه برخه

 

د ابوعبدالرحمان احمد بن شیعب نسايي په خصایص امیرالمؤمنین کې د حضرت علي کرم الله وجهه

ځانګړنې

د څېړنې په دې برخه کې مو د حضرت امام نسایي د سننو د ((خصایص امیرالمومنین)) برخه په پښتو ژباړلې او لوستونکیو ته مو راوړاندې کړې ده او د یادونې وړ ده، چې د حضرت امام نسايي(ره) کتاب د اهلسنتو یو له شپږنو صحیحو کتابونو ځنې دی، چې د ((خصایص امیرالمومنین)) برخه یې د حضرت علي کرم الله وجهه ځانګړنو ته ځانګړې کړې ده او بیا کوم روایتونه، چې امام نسایي (ره) د حضرت علي کرم الله وجهه په باب رانقل کړي دي؛ نو په لمنلیکونو کې مو د همدې روایت نورې پخې سرچینې هم راخستي دي. خو تر هر څه د مخه مو په لنډه د هغه ژوندلیک راخستی دی.

د احمد بن شعيب نسائي (په امام نسائي مشهور)

لنډه پېژندنه

احمد بن شعيب نسائي پر 215 س ( سپوږميز ) وزيږېد او پر 303س وفات شوى او د شام په رمله او په بل روايت، په مكه كې ښخ دى. احمد شافعي مذهبى و او د اهل سنتو له سترو عالمانو شمېرل كېږي.

د اهل سنتو ستر عالمان د امام نسائي ځلاند شخصيت داسې ښيي:

د اهل سنتو مشهور ژوند ليك ليكونكى حافظ، جمال الدين يوسف مزي وايي:

((احمد بن شعيب ابوعبدالرحمن نسائي؛ قاضي او د سنن او نورو مشهورو كتابو ليكونكى، پوه، مشهور او تكړه حديثپوه دى، چې بې شمېره عالمانو ترې حديثونه نقل كړي دي. منصور فقيه، طحاوي، قاسم مطرز او ابوعلي په باب يې وايي ((هغه د مسلمانانو له مشرانو يو مشر دى. [382]))

مشهور رجال پوه، ابن حجر عسقلاني هم په پورته ټكيو ستايلى دى[383].

د مستدرك كتاب ليكوال، حاكم نيشابوري د نسائي په باب وايي:

له ستر حديثپوه مې تل د مسلمانانو د څلورو تنو مشرانو نومونه اورېدل، چې يو يې نسائي و. . .

هغه د ابولحسين بن مظفر له قوله وايي:(( په مصر كې مې له خپلو استادانو تل د نسائي په باب اورېدل:نسائي د لمانځه، حج، جهاد او د رسول الله د سنتو د احيا لپاره تر ټولو ړومبى و، له واكمنو سره له ناستې يې ډډه كوله، څو په دمشق كې د معاويه پلويانو شهيد كړ. [384]))

دارقطني د اهل سنتو مشهور حديثپوه او د سنن دارقطني د كتاب ليكونكى د نسائي په باب وايي:

((ابوعبدالرحمن نسائي په خپل وخت كې تر ټولو استادانو پوه او پر حديث پوهنې او رجال پوهنې كې ورته څوك نه رسېدل. ))

ابوعبدالرحمن سلمي له قوله يې وايي:(( څوك له نسائي سره نه برابروم او په څېر يې متقي هم نه پېژنم. [385]))

ابوعبدالرحمن ذهبي تاريخپوه او حديثپوه د نسائي په باب وايي: (( ابوعبدالرحمن نسائي د سنن د كتاب ليكوال پر 215 س كال د خراسان په نساء کې وزېږېد. عالم، متفكر، نقاد او د ښه قلم خاوند و، د علم په لټه كې خراسان، حجاز، مصر، عراق، جزيره او شام ته ولاړ، تر هغې چې په مصر كې ميشت شو. حديثپوهانو په نسائي پسې كډې ګرځولې. نسائي شافعي و، مخ او ږيره يې ښکلې وه. [386]

تاج الدين سبكي په خپل كتاب كې، چې د شافعي مذهبه عالمانو په باب ليكل شوى، ليكي:(( له خپل عالم استاد ابوعبدالله ذهبي مې وپوښتل:مسلم بن حجاج [د صحيح مسلم د كتاب ليكوال] پر حديثو پوه دى كه نسائي؟ راته يې وويل: نسائي. ما دغه خبره خپل پلار ته، چې هغه هم د حديثو په پوهه كې يو ځاى ته رسېدلى و، وويل: هغه هم راته وويل: نسائي. [387]))

نورو هم؛ لكه ابن اثير، ابن كثير، ابن خلكان او. . . . . نسائي په ښو ټكيو ستايلى او ورته يې د خپل وخت د حديثپوهانو د مشر په سترګه كتلي دي.

امام نسائي او له حق دفاع

نسائي تل په ډاډه زړه له حقه دفاع كوله او د بې لارو د خوشحالۍ او يا مادي ګټو لپاره يې خپل ديني شخصيت نه ټكنى كاوه.

“جمال الدين يوسف مزي” د اهل سنتو “رجال پوه” د نسائي له خولې وايي:(( دمشق مې پر برخه شوى، دلته هغه ناپوهان ډېر دي، چې له علي کرم الله وجهه سره كينه لري. ما د ” خصايص اميرالمؤمنين علي ” كتاب وليكه، كېداى شي، خداى ددې كتاب له لارې هدايت يې كړي[388].

بيا يوسف مزي وايي: ((په دمشق كې نسائي وپوښتل شو: ايا د معاويه بن ابي سفيان د فضايلو په باب حديثونه نه رانقلوې؟

نسائي وويل:(( په باب يې څه ووايم، يوازې دومره ويلاى شم، چې پېغمبر اکرم په اړه يې وويل:خدايه! هېڅكله په ګېډه يې موړ نه کړې. [389]))

“حاكم نيشابوري”د “دارقطني” له خولې ليكي:

(( نسائي چې په مصر كې، په حديثپوهانو کې تر ټولو ړومبى شو؛ نو كينه ورسره وشوه؛ د ناچارۍ له مخې، د دمشق رمله ته ولاړ او هلته ترې د معاويه بن ابوسفيان د فضايلو په باب پوښتنه وشوه، نسائي له ځانه څه جوړ نه کړل، چې بيا خلكو وواهه، چې له همدې امله وفات شو. [390]))

بيا حاكم نيشابوري د نسائي پېښه داسې ليكي:(( ابوعبدالر حمن نسائي د خپل عمر په روستيو کې، له مصره دمشق ته ولاړ او هلته ترې د معاويه بن ابوسفيان د فضايلو په باب روايتونه وپوښتل شول؛ نو ورته يې وويل:(( ايا معاويه بن ابوسفيان پر هغو ټولو دروغو روايتونو، چې ورته جوړ كړي مو دي، چې له عليکرم الله وجههسره يې برابر كړئ، خوشحاله نه دى، چې اوس له ما هم غواړئ، چې فضايل ورته جوړ كړم؟!)) د دمشق خلكو، پردې خبرې سخت وواهه او له جوماته يې واېست، چې د ور رسېدلو ټپونو له امله پر 303س وفات شو. )) تاج الدين سبكي، ابن خلكان، اسوي، او ذهبي هم د نسائي د وفات علت همدا وهل او ټكول بولي. [391]

د حضرت علي لمونځ

 ٭حضرت حبه عرني وايي: له علي مې واورېدل، چې و يې ويل: لومړى تن وم، چې په رسول اکرم پسې مې لمونځ وكړ. [392]

٭ حضرت زيد بن ارقم(رض) وايي: عليکرم الله وجهه لومړى تن و چې له رسول اکرم سره يې لمونځ وكړ[393].

٭حضرت زيد بن ارقم(رض) وايي: علي لومړى تن و، چې پر رسول اکرم يې ايمان راووړ. [394]

٭ دا حديث هم د درېیم حديث په شان دى. نسائي دا حديث په بل سند له حضرت زيد بن ارقم(رض) نه داسې نقل كړى:(( علي لومړى تن و، چې ايمان يې راوړ. [395]))

٭ دا حديث هم د دويم حديث په شان دى. نسائي هغه هم له زيد نه په بل سند نقل كړى دى:(( علي لومړى تن و، چې اسلام يې راوړ او له پېغمبر اکرم سره يې لمونځ وكړ.

٭ حضرت عفيف وايي: د جاهليت په وخت کې مکې ته راغلم او د عباس بن عبدالمطلب مېلمه شوم؛ څنګه چې لمر راوخوت او خپور شو؛ نو كعبې ته مې كتل، چې يو ځوان راغى او لومړى يې اسمان ته وليدل او بيا مخ پر قبله ودرېد او لږ روسته يو زلمى راغى او ښي اړخ ته يې ودرېد، ورپسې يوه ښځه راغله، چې د دوى شاته ودرېده. بيا هغه ځوان ركوع ته ولاړ او هغه زلمى او ښځه هم ورپسې ركوع ته ولاړل، ځوان سجدې ته ولاړ، هغوى هم ورپسې سجدې ته ولاړل. په حيرانتيا مې عباس ته وويل: ډېره ستره پېښه ده؟ راته يې وويل: هو همداسې ده! او و يې ويل: ايا هغه ځوان پېژنې؟ومى ويل: نه. راته يي وويل: هغه زما وراره “محمد د عبدالله بن عبدالمطلب” زوى دى. بيا يې وويل: هغه زلمى پېژنې؟ ورته مې وويل:نه. و يې ويل:هغه زما وراره علي د ابيطالب بن عبدالمطلب زوى دى او هغه چې شاته يې ولاړه ده، هم پېژنې؟ ورته مې وويل: نه. و يې ويل: هغه خديجه د خويلد لور زما د وراره ښځه ده. وراره مې راته وايي، چې پالونکى مې د ځمكو او اسمانو پالونکى دى او زه، چې پر كوم دين يم، هغه پرې فرمان راكړى. پر خداى قسم! پر ټوله ځمكه، بې له دې درې تنو، بل څوك دا دين نه لري.

٭ علي کرم الله وجهه وويل:د خداى بنده او د خداى د استازي رور يم، صديق اكبر يم او بې له ما، چې هر چا وويل، زه دغه ځانګړنې لرم؛ نو دروغجن به وي. ما له نورو ړومبى اوه كاله له رسول اکرم سره لمونځ كړى دى[396].

د حضرت علي کرم الله وجهه عبادت

٭په دې امت كې بې له پېغمبر اكرم بل څوك نه پېژنم، چې د خداى عبادت يې كړى وي. ما په دې امت كې له نورو ړومبى اوه كاله مخكې د خداى عبادت پيل كړى و[397].

خداى ته د حضرت علي مقام

٭ سعد وايي: په خم غدير کې حال دا پېغمبر اکرم صلى الله عليه و آله د حضرت عليکرم الله وجهه لاس نيولى و، داسې مې ترې واورېدل:((خلكو! ايا زه ستاسو ولي او مشر يم؟ خلكو وويل: هو!د خداى استازيه!بيا يې د حضرت عليکرم الله وجهه لاس ونيو او پورته يې كړ او و يې ويل:دا زما دوست او زما د دندو تر سره كوونكى دى. په رښتيا، د علي دوست د خداى دوست او دښمن يې د خداى دښمن دى.

٭ حضرت انس بن مالك(رض) وايي: پېغمبر اکرم ته يې سور كړى چرګ راوړ. حضرت رسول(ص) دعا وكړه او و يې ويل: خدايه! هغه راورسوه، چې په مخلوقاتو کې درته ډېر ګران وي، چى راسره يې وخوري. حضرت ابوبكر(رض) راغى، ورپسې حضرت عمر(رض) راغى؛ خو رسول الله هغوى و نه منل او حضرت عليکرم الله وجهه، چې راغى؛ نو اجازه يې وركړه[398].

٭معاويه بن ابي سفيان مې پلار، سعد بن ابي وقاص ته

وويل: عليکرم الله وجهه ته كنځل وكړه؛ خو سعد دغه كار ونه کړ. معاويه ورته وويل: ولې دې “ابوتراب” ته كنځل ونه کړل؟ سعد ورته وويل:كله به هم علي ته كنځل ونه کړم؛ ځكه رسول الله (ص) په باب يې درې ځانګړنې بيان كړي، كه يوه يې ما درلوداى؛ نو ډېره به راته ښه واى. لومړى: په يوه جګړه كې رسول اکرم هغه ( په مدينه كې) خپل ځايناستى وټاكه او په خپله جګړې ته ولاړ؛ نو علي ورته وويل:د خداى رسوله! ما دلته له ښځو او ماشومانو سره پرېږدې؟رسول اکرم ورته وويل: په دې خوښ نه يې، چې راته داسې يې؛ لكه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه شته. دويم:د خيبر په جګړه کې رسول اکرم وويل:(( سبا به بيرغ داسې چاته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى)). موږ په ځير بيرغ ته كتل، چې چا ته به يې وركوي. رسول اکرم وويل:(( علي ته غږ كړئ، چې راشي. )) علي راغى او سترګې يې خوږېدې. رسول اکرم پر سترګو يې توكاڼې وموږلې او سترګې يې ښه شوې او بيا يې بيرغ وركړ. درېیم: د ((انما يريد الله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت…. )) آيت راغى؛ نو رسول اکرم علي، فاطمه، حسن او حسين را وغوښتل او و يې ويل: ((خدايه! دا زما اهل بيت دي))[399].

٭ حضرت سعدبن ابي وقاص (رض): په يوه ډله کې ناست وم، چې په علي پسې يې خبرې پيل كړې. ما ورته وويل:د خداى له رسول نه مې د علي په باب درې ځانګړنې اورېدلي، چې موږ يې يوه هم نه لرو: 1 _ ته راته داسې يې؛ لكه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نشته. 2 _ سبا به بيرغ داسې چاته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى. 3 _ د چاچې زه مولا يم؛ علي به هم مولا يې وي[400].

٭ نسائي په بل سند له حضرت سعد بن ابي وقاص نه داسې را اخلي: رسول الله (ص) د خيبر په جګړه كې وويل:(( سبا به بيرغ داسې سړي ته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى او دا جګړه به د خداى په مرسته د هغه په لاس ګټو[401].

٭ حضرت ابي ليلي (رض) وايي: له علي سره روان وم، ورته مى وويل: خلك درته حيران دي؛ ځكه په اوړي كې ډبلې جامې او په يخنۍ كې نرۍ جامې اغوندې، دا ولې؟ عليکرم الله وجهه راته وويل:(( ولې ته راسره د خيبر په جګړه كې نه وې؟)) ورته مې وويل: وم. عليکرم الله وجهه وويل:رسول اکرم د خيبر د جګړې پر ورځ؛ لومړى بيرغ حضرت ابوبكر ته وركړ، چې( بې له فتح) راوګرځېد، ورپسې يې حضرت عمر ته وركړ، هغه هم ( بې له فتح) راوګرځېد. بيا رسول اکرم وويل:((سبا به بيرغ داسې سړي ته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى، چې بېخي له جګړې نه تښتي. )) بيا يې زه راوغوښتم او سترګې مې خوږېدې؛ نو خپلې توكاڼې يې راته پر سترګو وموږلې او سترګې مى ښه شوې او دعا يې راته وكړه: ((خدايه! ” له ګرمۍ او يخنۍ يې وساتې))؛ نو نه مې ګرمي كېږي او نه يخني!

٭ حضرت ابي بريده(رض) وايي: خيبر مو کلابند كړى و، چې بيرغ حضرت ابوبكر(رض) واخست او جګړې ته ولاړ؛ خو فتح يې په برخه نه شوه. سبا حضرت عمر (رض) بيرغ واخست او جګړې ته ولاړ؛ خو فتح پر برخه يې نه شوه او له خپلو سرتېرو سره راوګرځېد. بيا رسول اکرموويل: ((سبا به بيرغ داسې سړي ته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى او چې جګړه يې نه وي ګټلې؛ نه راستنېږي. )) موږ شپه ښه په ارامه ويده شو، چې هسې هم سبا د فتح ورځ ده، چې سبايي شو؛ نو پېغمبر اکرم لمونځ وكړ او بيرغ يې راوغوښت، خلك په ليكو كې ولاړ وو، د پېغمبر اکرم ټولو يارانو هر يو د ځان لپاره تمه درلوده، چې بيرغ به وركوي، بيا يې عليکرم الله وجهه راوغوښت، چې سترګې يې خوږېدې. پېغمبر اکرمخپلې توكاڼې د عليکرم الله وجهه پر سترګو وموږلې او بيرغ يې وركړ، چې خداى برى د عليکرم الله وجهه پر برخه كړ.

ابى بريده وايي: زه هم په تمه وم، چې پېغمبر اکرم به بيرغ راكړي[402].

٭ حضرت بريده اسلمي (رض) وايي:رسول اکرم چې په خيبر كې و؛ نو بيرغ يې حضرت عمر(رض) ته وركړ او حضرت عمر، چې له خيبريانو سره مخ شو، نو راوګرځېد، بيا رسول اکرم وويل: سبا به بيرغ داسې سړى ته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى، چې سبا شو؛ نو حضرت ابوبكر او حضرت عمر دواړه په تمه وو، چې بيرغ به وركړي؛ خو رسول اکرم بيرغ عليکرم الله وجهه ته وركړ. د عليکرم الله وجهه سترګې خوږېدې، پېغمبر اکرم خپلې توكاڼې د هغه پر سترګو وموږلې او له څو تنو سره يې جګړې ته ولېږه. له خيبريانو سره، چې مخ شو؛ نو مرحب (يهودي) شعرونه ووايه:

زه مرحب د خيبر پر وسلې پوره سمبال يم، كله نېزه وهم او كله توره.

زمرى چې راسره مخ شي؛ نو له وېرې د لمبو په څېر لړزېږي.

بيا مرحب له عليکرم الله وجهه سره پر جګړه شو. عليکرم الله وجهه مر حب داسې په توره پر سر وواهه چې د تورې غږ يې خلكو هم واورېد او خداى د خيبر فتح د عليکرم الله وجهه پر برخه كړه. [403]

٭ حضرت سهل بن سعد(رض) وايي: رسول اکرم د خيبر د جګړې پر ورځ وويل:((سبا به بيرغ داسې سړي ته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى. )) چې سبا شو؛ ټول خلك له رسول اکرم څخه راتاو شول او په تمه وو، چې بيرغ به وركړي. رسول اکرم وويل:((علي بن ابيطالب چېرې دى؟)) خلكو ورته وويل:رسول الله!سترګې يې خوږېږي. رسول اکرم وويل:((يو تن ورپسې ولېږئ))؛ نو يو ورپسې ولاړ او عليکرم الله وجهه راغى، بيا پېغمبر اکرم خپلې توكاڼې ورته پر سترګو و موږلې او دعا ورته وكړه، د عليکرم الله وجهه سترګې ښې شوې، بيا يې بيرغ وركړ. عليکرم الله وجهه وويل: ورسره به وجنګېږم، چې زموږ په څېر شي (مسلمانان شي) رسول اکرم ورته وويل: خپل ماموريت ته ولاړ شه او چې ورغلې؛ نو اسلام ته يې راوبله او د خداى پر حق يې پوه كړه، پر خداى قسم! كه يو سړى پر لار سم كړې؛ نو درته له سره بخنو اوښانو غوره ده.

٭ دا حديث هم د پورتنيو حديثونو په څېر دى؛ خو نسائي هغه له حضرت ابوهريره(رض) داسې نقل كړى دى: رسول اکرم وويل:(( نن به بيرغ داسې سړي ته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى. )) [404]

٭ حضرت ابوهريره(رض)وايي:رسول اکرم د خيبر د جګړې پر ورځ وويل:((دا بيرغ به داسې سړې ته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى او دا جګړه به ګټي. )) دا مهال حضرت عمر(رض) وويل:(( بې له ننه مې هېڅكله د بولندويۍ شوق نه و كړى. ))بيا رسول اکرم، علي بن ابيطالبکرم الله وجهه راوغوښت او بيرغ يې وركړ او ورته يې وويل:((ځه ولاړ شه او تر هغې مه راګرځه، چې جګړه دې نه وي ګټلي. ))عليکرم الله وجهه روان شو، لږ چې ولاړ؛ ودرېد، رسول اکرم ته يې وويل: د خداى استازيه! د څه لپاره ورسره وجنګېږم؟ رسول اکرم ورته وويل:ورسره وجنګېږه، چې پر خداى او رسول يې ايمان راوړي او كه داسې يې وكړل؛ نو څه ورته مه وايه، نور هغوى پوه شه او خداى. [405]))

٭ دا حديث هم د نولسم حديث په څېر دى. نسائي هغه له حضرت ابوهريره (رض) په بل سند نقل كړى دى. (ددې حديث سند له شلم حديث سره توپير لري. )

٭ دا حديث هم د پورته حديث په څېر دى. نسائي هغه له حضرت عمران بن حصين نه نقل كړى دى[406].

٭ حضرت هبيره بن يريم وايي: د حضرت عليکرم الله وجهه له شهادت روسته، حسن بن علي(رض) توره پګړۍ تړلې وه، راغى او و يې ويل:(( پرون په تاسو کې داسې سړى و، چې مقام ته يې نه پخوا څوك رسېدلى و او نه به څوك ور ورسېږي، رسول اکرم په باب يې د خيبر په جګړه كې وويل: ((سبا به بيرغ داسې سړي ته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى. په جګړه کې جبرائيل له ښي اړخ او مكائيل له كيڼ اړخ يې څاري. له يوې جګړى هم بې بري نه دى راستون شوى)) درهم يا دينار ترې نه دى پاتې. يوازې له خپل حق يې اوه سوه درهمه پاتې دي، چې كورنۍ ته پرې خادم ونيسي.

رسول اکرم وويل:((خداى به كله هم علي خوار نه کړ. [407]))

د حضرت عليکرم الله وجهه لس ځانګړنې

٭حضرت عمرو بن ميمون وايي: له حضرت عبدالله بن عباس(رض) سره ناست وم، چې نهه ډلې ورته راغلې او و يې ويل: يا پاڅه او راسره راشه او يا مو له ابن عباس سره ځان ته پرېږده. دا پېښه هغه مهال وه، چې ابن عباس لا ړوند شوى نه و. ابن عباس ورته وويل: زه درسره ځم. هغوى يو كونج ته ولاړل او له ابن عباس سره په خبرو اترو شول. زه نه پوهېدم څه خبرې يې كولې. لږ روسته مې ليدل، چې ابن عباس راروان و او جامې يې څنډلې او پر غوسه لګيا و: تون لعنت دې پر هغه وي، چې داسې سړي ته كنځل او ورپسې خبرې كوي، چې لس ځانګړنې لري، چې نور څوك يې نه لري: حضرت پېغمبر اکرم وويل:((سبا به داسې سړى د جګړې ډګر ته ولېږم چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى او خداى به هېڅكله خوار يې نه کړ)) دا مهال ډېر خلك په تمه وو چې رسول اکرم به يې جګړې ته لېږي. رسول اکرم غږ وكړ: ((علي چېرې دى. )) رسول اکرم ته وويل شول: پر مېچنه اوړه كوي. رسول اکرم وويل ((په تاسو کې څوك نه و، چې اوړه يې كړي واى؟)) بيا يې عليکرم الله وجهه راوغوښت، چې سترګې يې خوږېدې او څه يې نه شو ليداى. رسول اکرم پر سترګو يې خپلې توكاڼې وموږلې او روسته بيرغ يې درې ځل جيګ كړ او و يې ښوځاوه او عليکرم الله وجهه ته يې وركړ. عليکرم الله وجهه صفيه د حيى لور په جګړه كې ونيوه.

2:- رسول اکرم حضرت ابابكر(رض) د توبې سورت ابلاغ ته ولېږه؛ خو ورپسې يې عليکرم الله وجهه ولېږه، چې حضرت ابوبكر(رض)د سورت له ابلاغ منع كړي؛ ځكه رسول اکرم وويل:(( دا كار بهيوازې هغه كوي، چې زما د تن برخه وي او زه د هغه د تن برخه يم. ))

3:- په هغه ډله كې، چې عليکرم الله وجهه هم و، رسول اکرم بني هاشمو ته وويل:((په تاسو كې به څوك په دنيا او اخرت كې زما ملګرى وي؟)) عليکرم الله وجهه وويل: زه. رسول اکرم ټينګار وكړ او و يې ويل:(( ته به په دنيا او اخرت كې زما ملګرى يې. ))

4:- رسول اکرم، فاطمه بي بي، عليکرم الله وجهه، حسن او حسين راوغوښتل او پټو يې پرې واچو او و يې ويل:((خدايه دوى زما اهل بيت دي، له دوى چټلي لرې كړه او له هر ډول ناپاكۍ يې پاك كړه. ))

5:- عليکرم الله وجهه لومړى تن و، چې له خديجې روسته يې اسلام ومانه.

6:- عليکرم الله وجهه د رسول اکرم جامې واغوستې او پرځاى يې ويده شو. مشركانو ګومان كاوه، چې رسول اکرم دى؛ نو په كنځلو يې پيل وكړ. دا مهال حضرت ابوبكر(رض)راغى او ورته يې وويل:د خداى رسوله! عليکرم الله وجهه ورته وويل: رسول اکرم د ميمون د څاه لوري ته تللى دى. حضرت ابوبكر(رض) هم د ميمون څاه لوري ته ور روان شو.

7:- رسول اکرم له خپلو اصحابو سره د تبوك جګړى ته تله، عليکرم الله وجهه ورته وويل: زه هم در سره ځم. رسول ا لله وويل: نه. عليکرم الله وجهه پر ژړا شو. رسول اکرم ورته وويل:(( ايا په دې خوښ نه يې، چې راته داسې يې؛ لكه هارون، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير چې ته د هارون په څېر پېغمبر نه يې. بيا يې ورته وويل: ته تر ما روسته په مؤمنانو كې زما ځايناستى يې. ))

8:- پېغمبر اکرم بې د علي له وره، ټول هغه ورونه وتړل، چې جومات ته پرانستل کېدل. عليکرم الله وجهه ته اجازه وه، چې جُنُب هم جومات ته راشي. (دا كار يوازې رسول اکرم او عليکرم الله وجهه ته روا و. )

9:- رسول اکرم وويل:(( د چاچې زه ولي او مشر يم؛ علي هم ولي او مشر يې دى. ))

10:- خداى پاك په قرآن كې له هغوى خبر كړي يو، چې تر ونې لاندې يې له رسول اكرم(ص)سره بيعت (بيعت الرضوان) كړى. ايا له هغه روسته، په باب يې د خپلې غوسې يادونه هم كړېده؟(نه! هېڅكله او عليکرم الله وجهه له هغه وګړيو دى، چې هلته يې بيعت كړى او پردې سربېره) حضرت عمر(رض)، چې له رسول اكرم نه د حاطب د څټ غوڅولو اجازه اخسته؛ نو ورته يې وويل:[څه پوهېږې، ښايي خداى تعالى اهل بدر (هغه مسلمانان، چې د بدر په جګړه كې يې ګډون كړى و) تر لورينې لاندې نيولي وي او ويلي يې دي:(( څه چې غواړئ، و يې كړئ، تاسو مې بښلي ياست](او عليکرم الله وجهه د بدر په اصحابانو كې و)[408].

علي بښل شوى دى

٭ عليکرم الله وجهه وايي: رسول اکرم راته وويل: غواړې داسې ټكي دروښيم، چې كه و يې وايې؛ خداى به دې پرې وبښي، كه څه هم ته بښل شوى يې. (ورته مې وويل: رازده يې كړه) رسول اکرم راته وويل: ووايه: بې له هغه بل معبود نشته، چې ستر، پاك او سپېڅلى دى. هغه خداى، چې د اوه ګونو اسمانو او عرش كريم پالونکى دى. ستاېنه يوازې د هغه خداى ده، چې د د واړو نړيو پالونکى دى[409].

٭ حضرت عليکرم الله وجهه وايي: رسول اکرم وويل: علي! غواړې، داسې ټكي دروښيم، چې كه و يې وايي؛ خداى به دې وبښي، كه څه هم ته بښل شوى يې. (ورته مې وويل هو رازده يې كړه) رسول اکرم راته وويل: ووايه: بې له هغه بل معبود نشته، چې ستر، پاك او سپېڅلى دى. هغه خداى چې د اوه ګونو اسمانو او عرش كريم پالونکى دى. ستاېنه يوازې د هغه خداى ده، چې د د واړو نړيو پالونکى دى. [410]

د پراخۍ ټكي دادي

 بې له هغه بل معبود نشته، چې ستر، پاك او سپېڅلى دى. هغه خداى، چې د اوه ګونو اسمانو او عرش كريم پالونکى دى. ستاېنه يوازې د هغه خداى ده، چې د واړو نړيو پالونکى دى[411].

٭دا حديث هم د 27 حديث په څېر دى؛ خويوازې سند يې توپير لري.

٭ حضرت عليکرم الله وجهه وايي: رسول اکرم راته وويل: ايا غواړې، داسې ټكي دروښيم، چې كه و يې وايي؛ خداى به دې پرې بښي، كه څه هم ته بښل شوى يې. (ورته مې وويل: هو! غواړم رازده يې كړه) رسول اکرم راته وويل: ووايه: بې له هغه بل معبود نشته، چې ستر، پاك او سپېڅلى دى. هغه خداى چې د اوه ګونو اسمانو او عرش كريم پالونکى دى. ستاېنه يوازې د هغه خداى ده، چې د د واړو نړيو پالونکى دى[412].

٭ حضرت عليکرم الله وجهه وايي:پېغمبر اکرم راته وويل: ايا داسې دعا درزده كړم، چې ويې وايې؛ خداى به دې پرې بښي، كه څه هم ته بښل شوى يې: بې له هغه بل معبود نشته، چې ستر پاك او سپېڅلى دى. هغه خداى چې د اوه ګونو اسمانو او عرش كريم پالونکى دى. ستاېنه يوازې د هغه خداى ده، چې د د واړو نړيو پالونکى دى[413].

خداى د علي زړه پر ايمان ازمېيلى دى

* حضرت عليکرم الله وجهه وايي: پېغمبر اکرم ته د قريشو يوه ډله راغله او ورته يې وويل: موږ ستا ګاونډيان يو، زموږ يو شمېر مريان د كم عقلۍ له مخې مسلمان شويدي، چې هغوى زموږ ملكيت او پانګه ده، بېرته يې راكړه. رسول اکرم حضرت ابوبكر(رض) ته وويل: ستا څه نظر دى؟حضرت ابوبكر(رض) وويل: د قريشو خبره سمه ده، مسلمان شوي مريان به بيرته وركړو. په دې خبره د پېغمبر اکرم څېره له غوسې سره شوه او له حضرت عمر(رض) نه يې هم نظر وغوښت. هغه هم د حضرت ابوبكر په څېر ځواب وركړ. د پېغمبر اکرم نوره هم غوسه ډېره شوه او قريشو ته يې وويل:((د قريشو ډلې! پر خداى قسم، چې خداى ستاسو ځپلو ته داسې يو سړى ټاكلى، چې خداى زړه يې پر ايمان ازمېلى او هغه درسره په ټينګه د دين لپاره جنګېږي. حضرت ابوبكر وويل: د هغه چا په باب مو، چې وويل زه يم؟ رسول اکرم: نه! حضرت عمر وويل: زه يم! رسول اکرم وويل: نه! هغه چې اوس زما اس ته نعلونه لګوي. (او رسول اکرم خپل نعلونه عليکرم الله وجهه ته وركړي و، چې پر اس يې ولګوي) [414].

رسول اکرم، عليکرم الله وجهه ته وويل:

خداى دې زړه ته لار ښيي او ژبه دې پر حق ټينګه ساتي

٭ عليکرم الله وجهه وايي: نوى ځوان شوى وم، چې رسول اکرم د قضا لپاره “يمن” ته ولېږلم. ورته مې وويل: د خداى رسوله! ته مې داسې قوم ته لېږې، چې دا دين ورته نوى دى او بل دا، چې زه ځوان يم. رسول اکرم راته وويل: (( خداى زړه ته دې لار ښيي او ژبه دې پر حق ثابته او ټينګه ساتي. )) عليکرم الله وجهه ويل: د پېغمبر اکرم له دې دعا روسته مې د دوو تنو ترمنځ په قضاوت كې شك نه درلود. [415]

٭حضرت عليکرم الله وجهه وايي: رسول اکرم د قضا لپاره “يمن” ته ولېږلم. ورته مې وويل: رسول الله! داسې ځاى ته مې لېږې، چې په عمر كې رانه مشران دي؛ نو څنګه پکې قضا وكړم؟ رسول اکرم راته وويل:(( په رښتيا چې خداى زړه ته دې لار ښيي او ژبه دې پر حق ثابته او ټينګه ساتي. )) حضرت عليکرم الله وجهه وايي: له دې روسته په قضا كې نه يم تېروتى[416].

٭ حضرت عليکرم الله وجهه وايي: رسول اکرم د قضاوت لپاره يمن ته ولېږلم. ورته مې وويل:د خداى استازيه! د قضا علم نه لرم. رسول اکرم په سينه ډب راكړ او و يې ويل:(( خدايه! زړه يې هدايت كړې او ژبه يې پر حق ثابته او ټينګه كړې. )) عليکرم الله وجهه به ويل: دا دعا چې راته يې كړې؛ نو تر اوسه چې دلته ناست يم؛ د د وو تنو ترمنځ په قضاوت كې تېروتى نه يم[417].

٭ حضرت عليکرم الله وجهه وايي: ځوان وم، چې رسول اکرم د قضاوت لپاره يمن ته ولېږلم. ورته مې وويل:د خداى رسوله! ځوان يم او هلته خو به زاړه او له ما مشران هم وي او بله دا، چې د قضاوت علم نه لرم. رسول اکرم خپل مبارك لاس زما پر سينه كېښود او و يې ويل:(( په رښتيا چې خداى ستا زړه ته لار ښيي او ژبه دې ټينګوي. علي! دوه تنه چې د قضاوت لپاره راغلل؛ نو د يوه په خبرې اورېدو قضاوت مه کوه، د هغه بل هم واوره. له دې روسته حق (قضاوت) درته حق څرګندېږي. )) حضرت عليکرم الله وجهه وايي: له دې دعا روسته راته يو قضاوت هم سخت نه و[418].

٭ حضرت عليکرم الله وجهه وايي: رسول اکرم يمن ته ولېږلم. ورته مې وويل: رسول الله! داسې ځاى ته مې لېږې، چې هلته به له ما مشران وي. رسول اکرم راته وويل:(( په رښتيا چې خداى دې زړه ته لار ښيي او ژبه دې پر حق ټينګوي. [419]))

٭ حضرت عليکرم الله وجهه وويل: رسول اکرم د قضاوت لپاره يمن ته ولېږلم. ورته مې وويل: هلته خو به تر ما مشران هم وي او ډارېږم، چې په دې كار کې ناكام نه شم. رسول اکرم وويل:(( په رښتيا چې خداى دې ژبه پر حق ټينګه كړې او زړه ته به دې لار ښيي[420].

٭ حضرت زيد بن ارقم(رض) وايي: د پېغمبر اکرم د ځينو يارانو دكور ورونه د جومات خواته خلاص وو. بيا رسول اکرم وويل:((بې د علي له وره نور ټول ورونه وتړئ. ))ځينو په دې باب پسپسكې كولې؛ نو رسول اكرم ودرېد او له حمد او ستاېنې روسته يې وويل: (( ما ته حکم شوى، چې بې د علي له وره، نور ټول ورونه وتړم، چې ځينو نيوكې وكړې. پر خداى قسم!ما له ځانه نه ور تړلى او نه خلاص كړى؛ بلکې (د خداى له لوري) حکم و او عمل مې پرې وكړ. [421]))

٭ حضرت سعد بن ابي وقاص(رض) وايي: له رسول اكرم(ص) سره په يوې ډلې كې ناست وم، چې حضرت عليکرم الله وجهه راننووت او نور ووتل. (رسول اکرم نورو ته وويل: بهر ووځئ)، چې راووتل؛ نو يو بل يې ودګل او و يې ويل: پر خداى قسم! دا خو سمه نه وه، چې موږ يې راواېستو او هغه يې له ځان سره كېناوه؛ نو بېرته ولاړل او ورننووتل. بيا نو رسول اکرم ورته وويل:((پر خداى قسم! ما تاسې له ځانه اېستلې نه ياست او علي مې كېنولى نه دى؛ بلکې دا د خداى حکم و. [422]))

٭حضرت حارث بن مالك (رض) وايي: مكې ته راغلم او هلته مې حضرت سعد بن ابي وقاص(رض) وليد. ورته مې وويل: د حضرت عليکرم الله وجهه په باب دې كومه ځانګړنه نه ده اورېدلې؟ راته يې وويل: له رسول اکرم سره په جومات كې ناست وو، چې يو تن غږ كړ:بې له آل رسول الله او آل علي، نور ټول له جوماته ووځئ. موږ له جوماته ووتو، چې سهار شو؛ نو د رسول اکرم تره (عباس) راغى او حضرت پېغمبر اکرم ته يې وويل: رسول الله! خپل ياران او ترونه دې له جوماته اېستلي او دا ځوان (عليکرم الله وجهه) دې په جومات كې پرېښى دى؟ د خداى رسول وويل:(( ما له خپل ځانه، نه څوك له جوماته ایستلي او نه پرېښى؛ بلكې د خداى امر دى. [423]))

٭ دا حديث هم د څلوېښتم حديث په څېر دى. نسائي هغه په بل سند نقل كړى دى.

٭ حضرت ابو بلج وايي: د خداى رسول حکم وكړ، چې بې د علي د كور له وره، نور چې د څومره كورونو ورونه جومات ته خلاص دي، بند يې كړئ[424].

٭ حضرت ابن عباس(رض) وايي: رسول اکرم بې د حضرت عليکرم الله وجهه له وره، نور ټول ورونه وتړل، چې جومات ته خلاصېدل. حضرت عليکرم الله وجهه جومات ته جُنُب هم راتله؛ ځكه د كور لار يې پر جومات وه[425].

پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته 

د حضرت عليکرم الله وجهه مقام

٭ حضرت سعد بن ابي وقاص(رض) وايي: رسول اکرم چې د تبوك جګړې ته روان شو؛ نو حضرت عليکرم الله وجهه يې خپل ځايناستى كړ. په دې باب خلكو خبرې پيل كړې او و يې ويل: رسول اکرم له حضرت علي تنګ شوى او ملګرتيا يې نه خوښوي؛ نو حضرت عليکرم الله وجهه په رسول اکرم پسې روان شو او ځان يې رورساوه او ورته يې وويل: ايا تاسې ما په مدينه كې ښځو او ماشومانو ته پرېږدئ، چې خلك ووايي: رسول اکرم له عليکرم الله وجهه تنګ شوى او ملګرتيا يې نه خوښوي؟ د خداى رسول ورته وويل: ((علي! ته ما خپل ځايناستى كړى يې. په دې خوشحاله نه يې، چې راته داسې يې؛ لكه هارون، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي. [426]))

٭حضرت سعد بن ابي وقاص(رض) وايي: د خداى رسول، حضرت علي ته وويل:(( ستا مثال راته داسې دى؛ لكه د هارون، چې موسى ته و. [427]))

٭ رسول اکرم وويل: ((ايا پردې خوښ نه يې، چې ستا مثال راته داسې وي؛ لكه د هارون، چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ. [428]))

٭ رسول اکرم چې د تبوك جګړې ته روان شو؛ عليکرم الله وجهه ورپسې ووت او پر ژړا يې رسول اکرم ته وويل:د خداى رسوله! ما دلته (مدينه كې) پرېږدې؟ رسول اکرم ورته وويل: علي! آيا خوښ نه يې چې ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ.

٭ حضرت رسول اکرم حضرت عليکرم الله وجهه ته وويل: ((مقام دې راته داسې دى؛ لكه د هارون، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.

٭ حضرت سعيد بن مسيب(رض) وايي: له ابراهيم بن سعد (بن ابي وقاص) څخه مې اورېدلي، چې له پلار يې داسې اورېدلي دي: پېغمبر اکرم، حضرت عليکرم الله وجهه ته وويل: (( ايا پردې خوښ نه يې، چې مقام دې راته داسې دى؛ لكه د هارون، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي. ))

 حضرت سعيد بن مسيب (رض) وايي: پردې خبره مې زړه صبر ونه کړ او حضرت سعد بن ابي وقاص(رض) ته ولاړم. ورته مې وويل: زوى دې راته يو څه وويل. راته يې وويل: څه يې درته ويلي؟ په ما پسې يې خبرې كړې؟ ورته مې وويل: نه داسې خبره نه ده. سعد وويل: وراره! څه يې درته ويلي دي؟ ورته مې وويل: ايا تا له پېغمبر اکرم نه اورېدلي، چې همدغسې يې ويلي دي؟ و يې ويل: هو! خپلو غوږو ته يې اشاره وكړه او و يې ويل: كاڼه دې شي، بې له دې بل څه يې اورېدلي وي. [429]))

٭حضرت سعيد بن مسيب(رض) وايي: له حضرت عامر بن سعد مې اورېدلي، چې پېغمبر اکرم حضرت علي ته وويل: ((مقام دې را ته داسې دى؛ لكه د هارون، چې موسى ته و؛ خو په دې توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي. )) حضرت سعيد بن مسيب وايي: زړه مې غوښتل، چې دا حديث په خپله له سعده واورم. په هغه پسې ولاړم او ورته مې وويل: دا حديث څنګه دى، چې عامر له تا راته ووايه؟دواړو غوږونو ته يې په اشارې وويل: په دې مې واورېدل، كه بل څه مې اورېدلي وي؛ نو كاڼه دې شي[430].

٭حضرت سعيد بن مسيب(رض) له حضرت سعد بن ابي وقاص(رض) نه نقل كړى، چې رسول اکرم حضرت عليکرم الله وجهه ته وويل: (( ايا په دې خوشحاله نه يې، چې مقام دې راته داسې وي؛ لكه د هارون، چې موسى ته و؟[431]

٭ رسول اکرم عليکرم الله وجهه ته وويل:ايا په دې خوشحاله نه يې، چې ته ماته داسې يې؛ لكه هارون، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.

٭ دا حديث د 47 حديث په څېر دى؛ خو نسائي په بل سند له حضرت سعد بن ابي وقاص(رض) نه نقل كړى دى[432].

٭ معاويه بن ابي سفيان، حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) ته وويل: ته ولې علي ته كنځل نه کوې؟سعد بن ابي وقاص وويل: چې د عليکرم الله وجهه په باب د پېغمبر اکرم دا درې خبرې مې پر ياد وي، ورته به كنځل ونه کړم. كه هغه يوه هم زما په باب وه؛ نو له سور وېښتو اوښانو به راته ډېره ښه وه.

1:-د تطهير آيت، چې پر پېغمبر اکرم نازل شو؛ نو رسول اکرم حضرت عليکرم الله وجهه له لاسه ونيو، دوه زامن او فاطمه يې له ځان سره كړل او تر خپل پټو لاندې يې كړل او و يې ويل:((خدايه! دا زما اهل او اهل بيت دي)) (چې له هر ډول چټلۍ پاك كړاى شوي دي)

2:-ورته كنځل نه کوم؛ ځكه پر ياد مې دي، چې په يوه جګړه كې رسول اکرم حضرت عليکرم الله وجهه خپل ځايناستى وټاكه او حضرت عليکرم الله وجهه ورته ويل: ايا ما ماشومانو او ښځو ته پرېږدې؟ رسول اکرم ورته وويل: ايا پردې خوشحاله نه يې، چې مقام دې راته داسې وي؛ لكه هارون، چې موسى ته و؛ خو په دې توپير چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.

3:- ورته كنځل نه کوم؛ ځكه هغه ورځ مې ښه پر ياد ده، چې د جګړې پر ورځ رسول اکرم وويل:(( سبا به بيرغ داسې سړي ته وسپارم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى او خداى به په لاس يې د اسلام لښكر ته برى وركړي. )) موږ ټول په تمه وو، چې بيرغ به موږ ته راكړي، چې حضرت رسول وويل:(( علي چېرته دى؟ ورته وويل شو: سترګې يې خوږېږي. )) رسول اکرم وويل: ورته غږ كړئ. موږ حضرت عليکرم الله وجهه ته غږ كړ او راغى. بيا رسول اکرم خپلې توكاڼې پر سترګو ورته وموږلې او بيرغ يې وركړ او مسلمانان بريالي شول. سعد(رض) وايي: معاويه بن ابي سفيان له دې روسته هېڅ خبره ونه کړه تر هغې، چې له مدينې ووت.

٭ ددې حديث مضمون هم د پخواني حديث په څېر دى؛ خو نسائي هغه په بل سند راخستى دى:

پېغمبر اکرم د تبوك په جګړه كې حضرت عليکرم الله وجهه په مدينه كې خپل ځايناستى وټاكه. حضرت عليکرم الله وجهه ورته وويل: د خداى رسوله! ما دلته له ماشومانو او ښځو سره پرېږدې؟رسول اکرم ورته وويل: ايا په دې خوښ نه يې، چې ستا مقام ما ته داسې وي؛ لكه د هارون، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.

٭ دا حديث د پورتني حديث په څېر دى؛ خو نسائي په بل سند راخستى دى: رسول اکرم د تبوك په جګړه كې حضرت عليکرم الله وجهه ته وويل: ستا مقام ماته داسې دى؛ لكه د هارون، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي[433].

٭ دا حديث د 47 حديث په څېر دى؛ خو نسائي په بل سند راخستى دى: حضرت رسول اکرم د تبوك جګړې ته روان و، چې د خداى په امانۍ وخت راغى؛ نو حضرت عليکرم الله وجهه له رسول اکرمه ګيله وكړه، چې دلته مې ښځو او ماشومانو ته پرېږدې؟ پېغمبر اکرم ورته وويل: ايا خوښ نه يې، چې ستا مقام ما ته داسې دى؛ لكه د هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي[434].

٭ دا حديث د پورتني حديث په څېر دى؛ خو نسائي په بل سند راخستى دى: حضرت رسول اکرم ورته وويل: ايا خوښ نه يې، چې ستا مقام ما ته داسې وي؛ لكه د هارون، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.

٭دا حديث د پورتني حدېث په څېر دى؛ خو نسائي په بل سند راخستى دى: رسول اکرم، عليکرم الله وجهه ته وويل: مقام دې راته داسې دى؛ لكه د هارون، چې موسى ته و[435].

٭ حضرت سعد بن مالك (رض) وايي: رسول اکرم پر خپل “غوږ بوچي اوښ” سپور جګړې ته روان شو او حضرت عليکرم الله وجهه يې خپل ځايناستى وټاكه. عليکرم الله وجهه ورغى او د اوښ واښكى يې ونيو او رسول اکرم ته يې وويل: د خداى رسوله! قريش خيال كوي، چې ما د دې لپاره پرېږدئ، چې زه مو خوښ نه يم او ملګرتيا مې درته ښه نه ښكاري او پر ژړا شو. رسول اکرم وويل: (( په تاسو كې به هېڅ څوك داسې نه وي، چې خپلوان به نه لري (او عليکرم الله وجهه زما خپل دى) د ابوطالب زويه! ايا پردې خوښ نه يې، چې مقام دې راته داسې وي؛ لكه د هارون، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي[436].

٭ دا حديث هم د 60 حديث په څېر دى. نسائي هغه له حضرت اسماء بنت عميس نه رانقلوي: رسول اکرم، حضرت علي ته وويل: ستا مقام ماته داسې دى؛ لكه د هارون چې موسى ته و؛ په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.

٭ دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى، چې نسائي له حضرت اسماء بنت عميس نه په بل سند نقل كړى دى: له رسول اکرم نه مې داسې اورېدلي: علي! مقام دې راته داسې دى؛ لكه د هارون، چې موسې ته و؛ په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي[437].

٭ دا حديث هم د پورتني حديث په څېر له اسماء بنت عميس نه په بل سند نقل شوى دى: رسول اکرم، علي ته وويل: ستا مقام ماته داسې دى؛ لكه د هارون، چې موسى ته و؛ په دومره توپير چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي[438].

د پېغمبر اکرم او علي کرم الله وجهه رورولي

٭ حضرت علي د رسول اکرم پر ژوندون وويل: خداى پاك په قرآن كريم كې وايي: (( كه محمد مړ يا ووژل شي؛ نو ايا تاسې به خپل پخواني دين ته ګرځئ. (144آل عمران) پر خداى قسم! د خداى له هدايت روسته به هېڅكله پخواني دين ته ونه ګرځم. پر خداى قسم! كه رسول اکرم مړ يا ووژل شي؛ په مېړانه به هغې موخې ته وجنګېږم، چې رسول اکرم ورته جنګېده. پر خداى قسم! زه د هغه رور، دوست، وارث او د تره زوى يم او څوك ورته تر ما غوره او وړ دى؟[439]

٭ يو سړي حضرت عليکرم الله وجهه ته وويل: امير المؤمنينه! تاسې څنګه د خپل تره زوى (رسول الله) وارث ياست، حال دا حضرت”عباس” ستا تره (چې ښکاره رسول اکرم ته نږدې و) وارث يې نه شو؟ عليکرم الله وجهه ورته وويل: رسول اکرم د عبدالمطلب ټولو زامنو ته ډوډۍ وكړه، ټولو تر مړښته وخوړه؛ خو بيا هم دومره پاتې شوه؛ لكه چاچې بېخي نه وي خوړلې. بيا رسول اکرم ورته اوبه راوړې او ټولو وڅښلې؛ خو بيا هم دومره پاتې شوې؛ لكه چاچې نه وي څښلې. بيا رسول اکرم وويل:((د عبدالمطلب زامنو! زه په ځانګړې توګه تاسې او په عمومي توګه ټولو خلكو ته پر رسالت مبعوث شوى يم. تاسې زما معجزه په خوړو او څښلو كې وليده، په تاسو كې كوم يو له ماسره بيعت كوئ (زما پر رسالت ايمان راوړئ)، چې هغه به مې رور، ملګرى او وارث (وزير) وي؟)) په دې باب هيچا څه و نه ويل او زه پاڅېدم، چې تر ټولو كوشنى وم، چې له رسول اکرم سره بيعت وكړم. رسول اکرم راته وويل: “كېنه”! بيا هماغه خبره يې درې ځله وويله او زه به هر ځل پاڅېدم او رسول اکرم به ويل: “كېنه”! پر درېیم ځل رسول اکرم زما لاس ونيو او و يې ويل: (( ته به زما رور، ملګرى، وارث او وزير يې))؛ نوځكه زه د خپل تره زوى وارث يم او ټول ترونه مې له دې وراثته بې برخې دي[440].

٭حضرت ابوسليمان جهني وايي:(( وا مې ورېدل، چې عليکرم الله وجهه پر منبر وويل: زه د خداى بنده او د خداى د رسول رور يم، بې له ما كه بل چا دا خبره وكړه؛ نو دروغجن به وي. )) په دې وخت كې يو سړي په ملنډو وويل: زه د خداى بنده او د رسول يې رور يم. پر هماغه شېبه يې مرۍ ټپه او څا يې بنده شوه او خلكو له غونډې واېست.

علي له ماځنې او زه له علي يم

٭ رسول اکرم وويل: علي له ما او زه له علي يم. علي تر ما روسته د هر مؤمن مشر دى. [441]

٭ حضرت حبشي بن جناده سلولي وايي: له رسول اکرم نه مې اورېدلي، چې ويلې يې دي:(( علي له ما ځنې او زه له علي ځنې يم. [442]))

٭ رسول اکرم، علي ته وويل: ته له ما او زه له تا ځنې يم [443].

٭ عليکرم الله وجهه وايي: د عمرې له ادا كولو روسته، له مكې د راستنيدو پر مهال د حضرت حمزه(رض) (د رسول الله تره) لور چغې كړې: تره! تره! عليکرم الله وجهه ځان رورساوه او بي بي فاطمې ته يې وسپارله او ورته يې وويل: د كاكا لور دې درسره كېنوه. فاطمى بي بي له ځان سره كېنوله، بيا د پالندوينې په هکله يې د علي کرم الله وجهه جعفر(رض) او زيد(رض) ترمنځ اړپېچ راغى. عليکرم الله وجهه وويل: زه ورته ډېر وړ يم؛ ځكه د تره لور مې ده. جعفر بن ابيطالب(رض) وويل: هغه زما د تره لور او زما كورودانه ترور يې ده. زيد بن حارثه (رض) وويل: هغه زما د رور لور ده (د حمزه او زيد ترمنځ رورولي وه). د اړپېچ لرې كولو لپاره رسول اکرم ته ولاړل. رسول اکرم د حمزه لور خپلې ترور (د جعفر كورودانې) ته وسپارله او و يې ويل:(( ترور (خاله) د مور په شان وي)) او علي ته يې وويل:(( ته له ما او زه له تا يم. )) جعفر ته يې وويل:(( ته په څېره او خوي كې ماته يې. )) زيد ته يې وويل: (( ته مې رور او ملګرى يې. ))

علي کرم الله وجهه د پېغمبر اکرم په څېر دى

٭ حضرت ابوذر غفاري(رض) وايي: رسول اکرم وويل: بنووليعه (د حضر موت د سيمې واكمن) دې له دې چلنه لاس واخلي؛ كه نه نو د خپل ځان په شان سړى به ورپسې ولېږم، چې زما امر پرې ومني، جنګيالي به يې ووژني او زامن به يې بنديان كړي. )) ابوذر(رض) وايي: د پېغمبر اکرم دې خبرې سخت چورتي كړم، چې حضرت عمر(رض) له شا راباندې لاس كېښود او و يې ويل:د پېغمبر مطلب څوك دى؟ ابوذر ورته وويل: مطلب يې نه ته او نه ستا ملګرى (حضرت ابوبكر) دى. حضرت عمر ورته وويل: نو مطلب يې څوك و؟ حضرت ابوذر ځواب وركړ: هغه چې اس ته نعل لګوي. او دا مهال عليکرم الله وجهه اسونو ته نعلونه وهل[444].

د پېغمبر اکرم غوره او امين دوست

٭ حضرت عليکرم الله وجهه وايي: رسول اکرم راته وويل: علي! ته مې غوره او امين دوست يې[445].

٭ رسول اکرم وويل: علي له ما او زه له علي يم او بې له ما او علي بل څوك زما دندې سرته نه شي رسولاى[446].

 

پېغمبر اکرم، علي د توبې سورت تبليغ ته ولېږه

*حضرت انس(رض) وايي: پېغمبر اکرم حضرت ابوبكر(رض) د برائت (توبه) سورت ابلاغ ته ولېږه او بېرته يې راوغوښت او ورته يې وويل: (( بې زما له اهل بيتو بل څوك ددې وړ نه دى، چې دا سورت خلكو ته ابلاغ كړي. )) بيا يې حضرت علي راوغوښت او سورت يې وركړ. [447]

٭ پېغمبر اکرم، حضرت ابوبكر(رض) د برائت سورت ابلاغ ته مكې ته ولېږه، بيا يې عليکرم الله وجهه ورپسې ولېږه او ورته يې وويل:(( سورت به ترې واخلې او د مكې خلكو ته به يې ابلاغ كړې. )) علي کرم الله وجهه وايي: له حضرت ابوبكر مې، چې سورت واخست؛ نو خپه شو او راستون شو او پېغمبر ته يې په خپګان وويل: رسول الله! زما په باب وحې نازله شوې (چې له دې كاره دې منع كړم). رسول اکرم ورته وويل:(( نه! را ته امر شوى، چې يا دا كار په خپله وكړم يا زما له اهلبيتو يې وكړي. [448]))

٭حضرت سعيد وايي: رسول اکرم حضرت ابابكر(رض) د برائت سورت د ابلاغ لپاره مكې ته ولېږه، چې نيمې لارې ته ورسېد؛ عليکرم الله وجهه يې ورپسې ولېږه او سورت يې ترې واخست. حضرت ابوبكر راستون او په دې كار خپه شو. حضرت سعد وايي: رسول اکرم، حضرت ابوبكر ته وويل: (( يا زه په خپله او يا څوك چې له ما وي، بايد دا دنده سر ته ورسوي. [449]))

٭ حضرت جابر وايي: پېغمبر اکرم چې له “جعرانه عمرې” راستون شو؛ نو حضرت ابوبكر يې حج ته ولېږه. موږ ورسره وو، چې په “عرج” نومي ځاى كې لمونځ ته ودرېد. له تكبير ويلو روسته يې د اوښ اواز واورېد او و يې ويل: دا د رسول الله د “جرعا” (نوم) د اوښ اواز دى؛ لكه چې رسول اکرم د حج اراده كړېده، كه رسول اکرم وي؛ ورسره به لمونځ وكړو، چې اوښ راورسېد؛ نو و يې ليدل، چې عليکرم الله وجهه پرې سپور دى. حضرت ابوبكر ورته وويل: خير خو به وي؟ عليکرم الله وجهه ورته وويل: له رسول اکرم نه مې درته پېغام راوړى. رالېږلى يې يم چې د برائت (توبه) سورت درڅخه واخلم، چې حاجيانو ته يې ابلاغ كړم. موږ مكې ته ولاړو. يوه ورځ مخکې له ترويه (د ذي الحجه اتمه) حضرت ابوبكر پاڅېد او خلكو ته يې د حج طريقه وښوده، چې وينا يې پاى ته ورسېده؛ نو عليکرم الله وجهه پاڅېد او د برائت (توبه) سورت يې خلكو ته ابلاغ كړ، بيا له حضرت ابوبكر سره (له مكې) راووتو، چې د عرفې ورځ شوه؛ حضرت ابوبكر پاڅېد او خلكو ته يې وينا وكړه او د حج طريقه يې وښوده، ورپسې علي کرم الله وجهه پاڅېد او د برائت (توبه) سورت يې ولوست. د قربانۍ ورځ راورسېده (د ذي الحجې لسمه) موږ منى ته ولاړو. حضرت ابوبكر هلته خلكو ته د حج او قربانۍ طريقه وښوده او ورپسې حضرت علي حاجيانو ته د برائت (توبه) سورت ابلاغ كړ. د بېرته راستنېدو پر لومړۍ ورځ حضرت ابوبكر حاجيانو ته خطبه وويله او د راستنېدو طريقه يې وښوده، ورپسې علي پاڅېد او د برائت سورت يې ابلاغ كړ[450].

د چاچې زه ولي يم؛ علي يې هم ولي دى

٭ ابوطفيل له حضرت زيد بن ارقم(رض) نه رانقلوي: رسول اکرم، چې له حجة الوداع نه راستون شو؛ نو د خم په غدير كې تم شو او امر يې وكړ، چې تر لويو ونو او ګڼو پاڼو لاندې ځاى جارو كړئ. بيا يې وويل:(( لكه، چې (ابدي سفر ته) بلل شوى يم او ما هم بلنه منلې ده. زه درته دوه ګران بيه (درانه) څيزونه پرېږدم، چې يو تر بله ستر دي؛ د خداى كتاب او زما د اهلبيتو عترت؛ نو ښه وګورئ چې تر ما روسته ورسره څنګه چلن كوئ؟ دواړه له يو بل، نه بېلېږي، څو حوض (كوثر) ته ماته راشي او بيا يې وويل: د چاچې زه ولي يم؛ نو علي يې هم ولي دى. خدايه! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن اوسه. ))

 ابوطفيل (د حديث راوي) وايي: حضرت زيد بن ارقم ته مې وويل: ايا تا په خپله له رسول اکرم نه داسې اورېدلي دي؟ و يې ويل: (هو! ) هلته داسې څوك نه و، چې پر هغه ورځ يې رسول اکرم نه وي ليدلى او د هغه خبرې به يې نه وي اورېدلي[451].

٭ حضرت بريده (رض) وايي: رسول اکرم، د علي په مشرۍ يوې جګړې ته ولېږلو، چې راستانه شو؛ نو رسول اکرم راته وويل:((ملګرى مو څنګه و؟ ))ما او نورو په علي پسې خوله راوسپړله، چې سر مې را پورته كړ؛ نو د رسول اکرم څېره له غوسې سره شوې وه او و يې ويل:((د چاچې زه ولي يم؛ نو علي یې هم ولي دى. [452]))

٭ بيا حضرت بريده وايي: رسول اکرم، له علي سره يمن ته ولېږلم. (ما په خپل ګومان) له علي څه تېرى وليد، چې راستانه شو؛ نو رسول اکرم ته مې ګيله وكړه، رسول اکرم راته وويل:(( بريده! د چاچې زه ولي يم؛ نو علي هم ولي يې دى. ))

٭ بيا حضرت بريده وايي: له عليکرم الله وجهه سره يمن ته ولاړم. له علي مې ( په خپل ګومان) څه تېرى وليد، چې راغلم؛ نو پېغمبر اکرم ته مې د علي له لاسه شكايت وكړ، د رسول اکرم د څېرې رنګ واوړېد او و يې ويل:(( بريده! ايا زه پر مؤمنانو له خپلو ځانو يې غوره نه يم؟ )) ورته مې وويل: هو! د خداى رسوله! رسول اکرم راته وويل: (( د چاچې زه ولي يم؛ نو علي يې هم ولي دى. [453]))

٭حضرت سعد وايي:رسول اکرم وويل: د چاچې زه مولى يم؛ نو علي يې هم مولى دى[454].

٭ حضرت زيد بن ارقم (رض) وايي: رسول اکرم راپاڅېد او د خداى له ستاېنې روسته يې وويل:(( ايا نه پوهېږئ، چې زه پر مؤمنانو له هغوى وړ يم؟)) ورته مو وويل: هو! ګواهي وركو، چې همداسې ده. ورپسې د علي لاس يې ونيو او و يې ويل:((د چا، چې زه مولا يم؛ دا علي هم مولا يې دى. [455]))

٭ په “رحبه” نومې ځاى كې علي خلكو ته قسم وركړ:[چا، چې له رسول اکرم نه اورېدلي چې: ((د چاچې زه مولى يم؛ نو علي يې هم مولى دى)) شاهدي دې ووايي. ] بيا هلته له لسو تنو زياتو شاهدي وركړه[456].

٭ حضرت سعيد بن وهب وايي: دا چې علي کرم الله وجهه قسم وركړ؛ نو پينځه يا شپږو تنو اصحابو شاهدي وركړه، چې له پېغمبره يې اورېدلي وو چې: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولى دى. [457]))

٭ دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى. نسائي په بل سند له حضرت سعيد بن وهب نه نقل كړى چې: په څنګ كې مې شپږ تنه پاڅېدل او زيد بن يثيع هم وايي: په څنګ كې مې شپږ تنه پاڅېدل او ګواهي يې وركړه، چې له رسول اکرم څخه مو اورېدلي چې و يې ويل: ((د چاچې زه مولى يم؛ نو علي يې هم مولى دى. [458]))

٭ حضرت زيد بن يثيع وايي: له علي بن ابيطالب نه مې د كوفې دجومات پر منبر واورېدل:تاسو ته قسم دركوم ( او بې د رسول الله له اصحابو بل چاته قسم نه وركوم)، چې چا له رسول اکرم نه د “غدير خم” پر ورځ اورېدلي چې:((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي هم مولا يې دى. خدايه! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن اوسه))؛ نو پا دې څي او ګواهي دې وركړي. بيا شپږ تنه (له اصحابو) د منبر له يوې خوا او شپږ تنه د منبر له بلې خوا پاڅېدل او ګواهي يې وركړه، چې له رسول اکرم نه مو دا خبره اورېدلې ده.

شريك بن عبدالله (ددې حديث له راويانو دى) وايي: ما ابواسحاق ( ددې حديث بل راوي) ته وويل: ايا له حضرت براء بن عازب(رض) نه دې همدا حديث اورېدلى؟ و يې ويل: هو!

تر پېغمبر اکرم روسته د هر مؤمن ولي او مشر

٭ حضرت عمران بن حصين وايي: رسول اکرم، د علي پر مشرۍ يو لښكر جګړې ته ولېږه، په جګړه كې حضرت علي بنديان ونيول او يوه مينځه يې ځان ته ځانګړې كړه. د عليکرم الله وجهه دې كار پر ځينو اصحابو ښه اغېز ونه کړ او پر عليکرم الله وجهه يې نيوكه وكړه او د پېغمبر څلور تنو اصحابو ژمنه وكړه، چې څنګه له رسول اکرم سره مخ شول؛ نو له علي به ورته شكايت كوو. د مسلمانانو عادت و، چې له هر سفر ه په راستنېدو كې لومړى به پېغمبر اکرم ته تلل او بيا خپلو كورونو ته او لښكر چې راورسېد او د پېغمبر اکرم ليدو ته ولاړ؛ نو په هغو څلور اصحابو كې يو راپاڅېد او و يې ويل: رسوله الله! دې علي ته نه ګورې، چې څه يې كړي؟ رسول اکرم ترې مخ واړو، بيا دويم تن پاڅېد او هماغه خبره يې وكړه او له هغه يې هم مخ واړو، درېیم تن پاڅېد او هماغه خبره يې وكړه او همداسې څلورم تن هم هماغه خبره وكړه. رسول اکرم په غوسه وويل:(( له علي څه غواړئ؟ علي له ما او زه له علي يم او هغه تر ما روسته د هر مؤمن ولي دى. [459]))

٭ حضرت بريده وايي: موږ رسول اکرم د حضرت خالد بن وليد په مشرۍ او بل لښكر د حضرت علي بن ابيطالب په مشرۍ يمن ته ولېږلو او و يې ويل:(( كه دواړه لښكرې يو ځاى شوې؛ نو علي به د لښكرو مشر وي او كه بېلې وې؛ نو د هر لښكر به بېل بېل مشر وي. موږ د “بني زيد” له ټبر سره پر جګړه شو او له جګړې روسته مسلمانان پر مشركانو برلاس شول. جنګيالي مو ورته ووژل او زامن مو ترې بنديان كړل. حضرت عليکرم الله وجهه يوه ښځه ځان ته پرېښووه. حضرت خالد بن وليد ددې چار ګيله پېغمبر اکرم (ص) ته وليكله او ماته يې دنده راكړه، ې رسول اکرم ته يې ورسوم او په خپله به هم ورته ګيله وكړې. ما د خالد بن وليد ليك رسول اکرم ته وركړ او له علي مې ورته شكايت وكړ. د ليک پر لوستو، له غوسې يې رنګ واوړېد؛ نو ما ورته وويل: په دې خبره کې خو زما څه ګناه نه شته. له حضرت خالد بن وليد سره مو لېږلى وم او امر مو كړى و، چې حکم به يې منئ او هغه راته دا دنده راكړې وه او ماخپله دنده سرته ورسوله. رسول اکرم راته وويل:(( په علي پسې خبرې مه کوه! علي له ما او زه له علي يم او هغه تر ما روسته ستاسو ولي دى. [460]))

 

علي کرم الله وجهه ته كنځل رسول اکرم ته کنځل دي

90-حديث: حضرت عبدالله بن جدلي وايي: له ام سلمې رضي الله عنها كره ولاړم، راته يې وويل: په تاسو كې څوك رسول اکرم ته كنځل كوي؟ ورته مې وويل: سبحان الله! ( له خدايه پناه غواړم) ام سلمه راته وويل: (؛ نو) ولې علي ته كنځل كوئ ما له رسول اکرم نه اورېدلي: ((څوك چې علي ته كنځل كوي؛ نو ماته يې كوي. [461]))

٭ ابوبكر بن خالد وايي: سعد بن مالك مې په مدينه كې وليد او راته يې وويل:خبر شوى يم، چې عليکرم الله وجههته كنځل كوئ. ورته مې وويل: هو همداسې ده! راته يې وويل:په خيال مې، چې اوس به هم دا كار كوئ. ورته مې وويل: له خدايه پناه غواړم. راته يې وويل: هېڅكله عليکرم الله وجهه ته كنځل مه کوه، كه سر مې اره كړي؛ نو عليکرم الله وجهه ته به كنځل ونه کړم؛ ځكه له رسول اکرم مې په باب يې اورېدلي: ((څوک چې علي ته كنځل وكړي؛ نو ما ته به يې كړې وي. [462]))

خداى د علي کرم الله وجهه پر دوستۍ خوښېږي

 ٭ ابوطفيل عامر بن واثله وايي:حضرت عليکرم الله وجهه خلك په “رحبه”نومې ځاى كې راټول كړل او و يې ويل: پر خداى مو قسم! د خم غدير پر ورځ، چې تاسې زما په باب څه اورېدلي وي، وواياست؟ بيا يوه ډله پاڅېده او ګواهي يې وركړه، چې رسول اکرم د خم غدير پر ورځ وويل:((پوهېږئ، چې پر مؤمنانو له خپلو ځانو يې وړ يم)). پېغمبر اکرم ولاړ و، چې د عليکرم الله وجهه لاس يې ونيو او و يې ويل: ((دچاچې زه مولى يم؛ نو علي يې هم مولى دى. خدايه! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن اوسه. ))

ابوطفيل وايي: چې له ډلې رابېل شوم؛ په زړه كې مې په دې باب څه راوګرځېدل، چې حضرت زيد بن ارقم(رض) مې وليد او څه مې، چې په زړه کې وو ورته وويل. راته يې وويل: چرت مه خرابوه! په دې خبره کې بېخي د انكار ځاى نشته، ما هم له رسول اکرم څخه هماغسې اورېدلي دي. [463]

٭ دا حديث هم د 92 حديث په څېر دى؛ خو نسائي دا حديث په بل سند نقل كړى دى.

٭ حضرت سعد وايي: رسول اکرم خلكو ته له خطبې روسته وويل: زه ستاسو ولي يم؟))

خلكو ورته وويل: همداسې ده، بيا يې د حضرت عليکرم الله وجهه لاس جګ كړ او و يې ويل:((دا علي زما محبوب دى او زما د دندو سرته رسوونكى دى. خدايه! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن اوسه. [464]))

٭ حضرت سعد وايي: رسول اکرم د حضرت عليکرم الله وجهه لاس ونيو او خطبه يې وويله او د خداى له ستاېنې روسته و يې ويل:((ايا نه پوهېږئ، چې زه پر مؤمنانو له خپلو ځانو يې غوره او وړ يم. )) خلكو ورته وويل: هو همداسې ده! بيا يې د حضرت علي لاس راجګ كړ او و يې ويل:((د چاچې زه ولي او مشر يم؛ نو علي هم ولي او مشر يې دى، په دې کې شك نشته چې د علي دښمن د خداى دښمن او دوست يې د خداى دوست دى. ))

٭حضرت سعد وايي: موږ له رسول اکرم سره له مكې نه مدينې ته روان وو، چې د ” خم غدير ” په نامه ځاى ته ورسېدو، خلك يې ودرول. څوك چې مخکې تللي وو را و يې ګرځول او نورو ته يې صبر وكړ، چې راورسېږي. خلك چې له رسول اکرم نه راټول شول؛ نو و يې ويل:((ايا تاسو ته مې (څه، چې د خداى له لوري و) در ورسول؟ )) خلكو وويل: هو همداسې ده. دا خبره يې درې ځل وويله:(( خدايه شاهد اوسه!)) بيا يې وويل:((خلكو! ولي مو څوك دى؟)) درې ځل خلكو وويل: خداى او رسول يې. بيا رسول اکرم د حضرت علي لاس راونيو او جګ يې كړ او و يې ويل:(( د چاچې خداى او رسول يې ولي وي؛ نو علي به هم ولي يې وي. خدايه! له دوستانو سره يې دوست او له دښمنانو سره يې دښمن اوسه. [465]))

د علي کرم الله وجهه دوستۍ ته هڅونه

٭ حضرت عبدالله بن بريده وايي: پلار مې راته وويل: له علي بن ابيطالب سره مې ډېره كينه درلوده، له قريشو يو تن هم ورسره ډېره كينه درلوده؛ نوځكه مې ښه اېسېده او قريشي پېغمبر اکرم يوې جګړې ته ولېږه، زه هم ورسره ولاړم (په جګړه کې يې) بنديان ونيول. پېغمبر اکرم ته يې ليك وليكه، چې يو تن راولېږه، چې له غنيمته خمس بېل كړي. پېغمبر اکرم، عليکرم الله وجهه ورولېږه. په بنديانو کې ښاېسته مينځه وه. عليکرم الله وجهه چې د مال(پينځمه) خمس بېل كړ؛ نو مينځه په خمس کې ووته او بيا د برخې خمس يې، چې واېست؛ نو مينځه د پېغمبر اکرم د اهل بيتو ورسېده. بياچې د دې برخې خمس يې واېست؛ مينځه د آل عليکرم الله وجهه ورسېده. بياچې عليکرم الله وجهه راغى او له سره يې اوبه څڅېدې؛ ورته مو وويل: پر تا څه شوي؟و يې ويل: له هغې وينځې سره مې كوروالى وكړ، چې په خمس كې راوتلې وه، بيا قريشي پېغمبر اکرم ته ليك وليكه او له علي يې پکې ګيله وكړه او د ګواه په توګه يې زه هم له ليك سره ولېږلم، پېغمبر اکرم ته به مې ليك لوست؛ نو ويل يې:((په ليك كې، چې څه ليكل شوي، سم دي؟ )) روسته پېغمبر زما لاس ونيو او و يې ويل: (( ايا ليكونكى يې له علي سره كينه لري؟)) ورته مي وويل: ((هو!)) رسول اکرم وويل:(( له علي سره كينه مه لرئ، كه دوستي ورسره كوئ؛ نو دوستۍ ته مو دوام وركړئ. قسم پر خداى، چې ژوند مې د هغه په لاس کې دى، په خمس کې د آل علي برخه له هغې وينځې ډېره ده. )) له دې (خبرې) روسته له پېغمبر روسته راباندې بل څوك له عليکرم الله وجهه هومره ګران نه دى. عبدالله بن بريده وايي: پر خداى قسم چې په دې پېښه کې زما او د پېغمبر اکرم ترمنځ يوازې زما پلار و[466].

٭ ابواسحاق له سعد بن وهب نه رانقلوي: عليکرم الله وجهه په رحبه نومې ځاې کې ناست و او و يې ويل: ستاسو دې پر خداى قسم وي! چاچې د غدير خم پر ورځ له رسول اکرم اورېدلي وي چې:((خداى زما ولي او زه د مؤمنانو ولي يم او د چاچې زه ولي يم؛ نو علي هم ولي يې دى؛ خدايه! د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن اوسه او د هغوى مرستيال اوسه، چې له علي سره مرسته كوي. )) (ودرېږئ او ګواهي وركړئ) ابواسحاق وايي: سعيد بن وهب راته وويل: څنګ ته مې شپږ تنه ناست وو، چې پاڅېدل او ګواهي يې وركړه او زيد بن يثيع هم وويل: زما څنګ ته هم شپږ تنه ناست وو، چې پاڅېدل ( اوګواهي يې وركړه).

“عمرو ذومر” د ((اللهم و ال من والاه)) عبارت پرځاى راوړي، چې ((احب من احبه وابغض من ابغضه)) د علي له دوست سره دوست او له دښمن سره يې دښمن اوسه[467].

٭ “عمرو ذومر” وايي: عليکرم الله وجهه مې په رحبه نومې ځاې كې وليد، چې د پېغمبر اکرم اصحابو ته يې قسم وركړ او و يې ويل: په تاسو کې كوم يو هغه څه اورېدلي، چې رسول اکرم د غديرخم پر ورځ ويلي دي؟ په دې وخت كې يوه ډله پاڅېده او و يې ويل:(( د چاچې زه مولى يم؛ نو علي يې هم مولى دى. خدايه! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن اوسه او د هغه مرسته وکړه، چې له علي سره مرسته كوي او له هغه سره كينه ولرې، چې له علي سره كينه لري. [468]))

د منافق او مؤمن ترمنځ بريد

٭عليکرم الله وجهه وويل:(( قسم پر هغه خداى، چې دانه زرغونوي او هستي ترې راټوكېږي. اُمي پېغمبر راته وويل او سپارښتنه يې وكړه: (( بې له مؤمن به څوك ستا دوست نه وي او بې له منافق به څوك درسره كينه نه لري. [469]))

٭ عليکرم الله وجهه وويل: پېغمبر اکرم راته وويل او سپارښتنه يې وكړه: (( بې له مؤمنه به راسره څوك دوستي نه کوي او بې له منافقه به راسره څوك كينه نه لري. [470]))

٭ عليکرم الله وجهه وايي:(( اُمي پېغمبر راته سپارښتنه وكړه او و يې ويل: بې له مؤمن به دې څوك دوست نه وي او بې له منافق به دې څوك دښمن نه وي. [471]))

د علي کرم الله وجهه په باب د رسول اکرم مثال

٭ عليکرم الله وجهه وايي:رسول اکرم وويل:((علي! ته د عيسى په څېر يې، يهودو دومره ورسره كينه وكړه، چې په مور پورې يې بُهتان او تور وتاړه او نصاراوو (دومره) ورسره مينه درلوده، چې پر خدايي يې ومانه او داسې مقام ته يې ورساوه، چې وړ يې نه و. [472]))

٭ يو سړي د حضرت عثمان(رض) په باب حضرت عبدالله بن عمر(رض) وپوښته. و يې ويل: هغه د اُحد په جګړه كې وتښتېد او خداى له ګناه يې تېر شو. بيا يې بله ګناه وكړه او امت پرې راپاڅېد او و يې واژه. بيا سړي د عليکرم الله وجهه په باب پوښتل. ورته يې وويل: په باب يې ولې پوښتې؟ نه ګورې، چې كور يې د رسول اکرم دكور تر څنګ دى؟[473]

٭ دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى. علاء بن عرار وايي: په نبوي جومات کې مې له حضرت عبدالله بن عمر(رض) نه د حضرت عثمان(رض) او عليکرم الله وجهه په باب وپوښتل. راته يې وويل: د عليکرم الله وجهه په باب خو مه پوښته! په باب يې دومره بس دى، چې بې د عليکرم الله وجهه له كوره، يو كور هم په نبوي جومات کې نشته. حضرت عثمان د احد د جګړې پر ورځ وتښتېد او ستره ګناه ترې وشوه او خداى وبښه؛ خو په تاسو کې ترې وړه ګناه وشوه؛ خو و مو واژه.

٭حضرت سعد بن عبيده وايي: يو سړي له حضرت عبدالله بن عمر نه د عليکرم الله وجهه په باب وپوښتل. ورته يې وويل: په باب يې د پوښتنې اړتيا نشته، كور ته يې وګوره؛ يوازې د علي كور د پېغمبر اکرم د كور ترڅنګ دى. سړي وويل: علي مې بدې ايسي. ورته يې وويل: نو ته به هم د خداى بدې اېسې[474].

٭ له حضرت عبدالرحمن بن خالد وپوښتل شو:ولې عليکرم الله وجهه د رسول اکرم وارث دى؟ ورته يې وويل: ځكه لومړى تن و، چې ايمان يې راوړ، له پېغمبر اکرم سره يو ځاى شو او تر ټولو زيات رسول اکرم ته نږدې و[475].

٭ حضرت خالد بن قثم (د پېغمبر اکرم د تره عباس، لمسى) وپوښتل شو: ولې علي د رسول اکرم وارث شو او ستا نېکه نه شو؟ حال دا نېکه دې (په ظاهره) پېغمبر اکرم ته نږدې و. و يې ويل: داځكه عليکرم الله وجهه لومړى تن و، چې پر رسول اکرم يې ايمان راوړ او ورسره يو ځاى شو او له موږ مخكې ورسره ملګرى شو[476].

٭حضرت ابوبكر(رض) له پېغمبر اکرم نه د ننووتو اجازه وغوښته، په دې وخت کې د لور يې غږ پورته شو او و يې ويل: پر خداى قسم په دې خبره ښه پوهېږم، چې علي درته زما تر پلاره ډېر ګران دى. حضرت ابوبكر پر غوسه شو او پر عايشې بي بي د بريد په تكل كې و او و يې ويل: د پلاني لورې! وينم، چې غږ دې د رسول اکرم تر غږ لوړ دى. پېغمبر اکرم حضرت ابوبكر له دې كاره منع كړ. حضرت ابوبكر په غوسې ووت. رسول اکرم حضرت عايشې بي بي ته وويل: عايشې! و دې ليدل، چې څنګه مې ترې خلاصه كړې؟ بياچې د پېغمبر اکرم او عايشې بي بي ترمنځ اړپېچ پاى ته ورسېد؛ نو حضرت ابوبكر د ننووتو اجازه وغوښته او و يې ويل: ايا په پخلاينه كې اجازه راكوئ؛ لكه چې په جګړه كې مو راكړه. رسول اکرم و يې ويل: هو! اجازه ده. [477]

٭ حضرت جميع بن عمير وايي: تنكى ځوان وم، چې له مور سره مې حضرت عايشې بي بي كره ولاړو. مور مې د عليکرم الله وجهه خبره منځ ته راواچوله. حضرت عايشې بي بي ورته وويل:په سړو کې د علي هومره او په ښځو کې د هغې د ښځې (فاطمې بي بي) هومره څوك پر رسول اکرم ګران نه وو[478].

٭ دا حديث د پورتني حديث په څېر دى. نسائي دا حديث په لږ اړپېچ له جميع بن عمير نه نقل كړى: جميع بن عمير وايي: تنكى ځوان وم چې له مور سره مې حضرت عايشې كره ولاړو. د پردې له شا مې واورېدل، چې مور مې له عايشې بي بي د عليکرم الله وجهه په باب پوښتنه وكړه: حضرت عايشې ورته وويل: د داسې سړي په باب پوښتې، چې د هغه او ښځې (فاطمې بي بي) هومره يې، بل څوك پر رسول اکرم ګران نه و[479].

٭ابن بريده وايي: يو سړي مې پلار وپوښته: پر رسول اکرم څوك ډېر ګران دي؟ و يې ويل: په ښځو کې بي بي فاطمه او په سړيو کې علي[480].

٭ حضرت عبدالله بن نجي له علي کرم الله وجهه اورېدلي: له رسول اکرم ته چې تلم؛ كه پر لمانځه به و (؛ نو د اجازې نښه يې دا وه، چې) تسبيح يې ويله؛ نو ورننووتم او كه پر لمانځه به نه و؛ نو اجازه يې راكوله، چې ورننوځم[481].

٭ دا حديث د پورتني حديث په څېر دى. نسائي په بل سند له عبدالله بن نجي نقل كړى: عليکرم الله وجهه وويل: سهار به پر ټاكلي وخت ته ورتلم، كه پر لمانځه به و؛ نو تسبيح يې ويله، دا زما د اجازې نښه وه او كه پر لمانځه به نه و؛ نو د ننووتو اجازه يې راكوله[482].

٭ دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى. نسائي په بل سند له عبدالله بن نجي داسې نقل كړى، چې عليکرم الله وجهه وويل: په سهار کې پر ټاكلي وخت د رسول اکرم كور ته تلم، چې و به رسېدم؛ نو له رسول اکرم څخه به مې اجازه غوښته، كه پر لمانځه به و؛ نو تسبيح يې ويله، دا زما د اجازې نښه وه او كه پر لمانځه به نه و، نو د ننووتو اجازه يې راكوله[483].

٭ عليکرم الله وجهه وويل: (په هرو 24 ساعتو کې) دوه ټاكلي وختونه وو، چې رسول اکرم ته به ورتلم ( اجازه يې، چې نه راكوله)؛ نو څو ځل يې مصنوعي ټوخى كاوه[484].

٭ عليکرم الله وجهه وويل: زه رسول اکرم ته د ځانګړي مقام خاوند يم، چې بل څوك يې نه لري او هغه دا چې هر سهار به رسول اکرم ته ور تلم او ويل مې: السلام عليك يا نبي الله! كه رسول اکرم به مصنوعي ټوخې كاوه؛ نو بېرته به ستنېدم او كه نه؛ نو ورتلم به.

٭ عليکرم الله وجهه وايي: د رسول اکرم كور ته به تلماو پوښتنه به مې، ځواب يې راكاوه او چې غلې به شوم؛ نو حضرت رسول به پر خبرو شو. [485]

٭عليکرم الله وجهه وايي:(د رسول اکرم كور ته به تلم) د پوښتنې ځواب يې راكاوه او چې غلې به شوم؛ نو رسول اکرم به خبرې پيل كړې.

٭دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى. امام نسائي په بل سند داسې نقل كړى: عليکرم الله وجهه وايي: پر خداى قسم! چې رسول اکرم به مې پوښته؛ نو ځواب يې راكاوه او چې غلی به شوم؛ نو پخپله به يې (خبرې) پېل كړې [486].

يوازې علي کرم الله وجهه د پېغمبر اکرم پر اوږو وخوت

٭ عليکرم الله وجهه وايي: له رسول اکرم سره روان وم، چې كعبې ته ورسېدو (د كعبې په څنګ كې كېناستو) رسول اکرم زما پر اوږو وخوت او جګ مې كړ، رسول اکرم پوه شو، چې کمزورى يم؛ و يې ويل: كېنه! نو كېناستم، پېغمبر اکرم راكوز شو او و يې ويل: پر اوږو مې ودرېږه! بيا رسول اکرم ودرېد او زه يې جيګ كړم، دومره جيګ شوم؛ لكه چې اسمانو ته ورسېدم، د كعبې بام ته يې وروخېجولم. پر كعبه د مسو بوت و، ورته ونښتم او له ځايه مې راونړو. پېغمبر اکرم راته وويل: لاندې يې راوغورځوه! لاندې مې راوغورځاوه او ټوټه ټوټه مو كړ، په منډه كور ته راغلو، چې څوك مو و نه ويني[487].

٭حضرت ابوبكر او حضرت عمر پر فاطمې بي بي ماركه وكړه. رسول اکرم ورته وويل: لا كوشنۍ ده. بيا پرې علي ماركه وكړه او ور يې كړه[488].

٭حضرت اسماء بنت عميس وايي: د فاطمې بي بي د واده پر شپه وركره وم، چي سهار شو؛ نو رسول اکرم راغى او وريې وټكاوه. حضرت ام ايمن (د پېغمبر اکرم يوه ښځه) ور پرانست. رسول اکرم ورته وويل:ام ايمن! رور مې (عليکرم الله وجهه راوغواړه. ام ايمن وويل: څنګه مو خپل رور ته لور وركړې ده؟ رسول اکرم وويل: هو! هغه مې رور او زوم دى. د پېغمبر ښځو واورېدل، چې رسول اکرم، عليکرم الله وجهه راغوښتى؛ نو هره يوه، يو كنج ته ولاړه. اسماء د عميس لور وايي: زه هم په يوه كونج كې پټه شوم، چې عليکرم الله وجهه راغى. پېغمبر اکرم ورته دعا وكړه او پر سر يې ورته اوبه وشيندلې. بيا يې وويل: فاطمه راته راوغواړه. فاطمه، چې راغله؛ لكه د حيا ټوټه، چې را روانه وه؛ نو رسول اکرم ورته وويل:(( ته مې په اهل بيتو كې تر ټولو راباندې ګران سړي ته واده كړې. )) او ورته يې دعا وكړه او پر سر يې اوبه وروشيندلې، چې پېغمبر اکرم له كوره واته؛ نو په كونج كې يې سيورى وليد، پوښتنه يې وكړه: هغه څوك دى؟ ورته مې وويل: اسماء يم. و يې ويل: د عميس لور؟ ورته مې وويل: هو! رسول اکرم وويل: دلته د خدمت لپاره وې؟ورته مې وويل: هو! بيا يې ماته هم دعا وكړه[489].

٭ حضرت عبدالله بن عباس وايي: رسول اکرم، فاطمه بي بي، حضرت علي ته واده كړه؛ نو جهيز يې يو كټ ( چې د کجورو په پاڼو بڼل شوى و ) يو د پوټكي بالښت (چې د کجورو پاڼې پکې وې ) او يو مشك و. بيا يې وويل: شګه راوړئ او په كوټه كې يې هواره كړئ. حضرت پېغمبر اکرم، عليکرم الله وجهه ته وويل:(( د واده پر شپه تر هغې، چې نه يم درغلى، له ښځې سره دې كوروالۍ مه کوه!)) روسته رسول اکرم راغى او ور يې وټكو. ام ايمن (د پېغمبر يوې ښځې) ور پرانست. رسول اکرم وويل: ايا رور مې دلته دى. ام ايمن وويل: څنګه دې رور دى، چې لور دې وركړه؟ رسول اکرم وويل: هو هغه مې رور دى. حضرت عبدالله بن عباس وايي: پېغمبر وره ته وکتل، چې يو سيورى يې وليد او و يې ويل: هغه څوك دى؟ ام ايمن وويل: اسماء د عميس لور ده. رسول اکرم خوا ته يې ورغى او ورته يې وويل: راغلې يې، چې د رسول الله د لور خدمت وكړې؟ ورته يې وويل: هو! رسول اکرم ورته د خير دعا وكړه او كور ته ننووت.

 حضرت عبدالله بن عباس وايي: د يهوديانو دود و، چې په جادو به يې سړى په كوروالي كې بنداوه. رسول اکرم اوبه راوغوښتې او پکې يې خپلي توكاڼې واچولې او د ساتنې دعا يې پرې چوف كړه او اوبه يې د حضرت عليکرم الله وجهه پر څېره، سينه او لاسونو وشيندلې. بيا يې فاطمه بي بي راوغوښته، نږدې وه، چې له حيا پښې يې په جامو کې ونښلي او راوغورځېږي. بيا رسول اکرم د عليکرم الله وجهه په څېر پر فاطمې بي بي هم اوبه وشيندلې او ورته يې وويل: ((پر خداى قسم كوتاهي مې نه ده كړې، چې ته مې د اهلبيتو غوره سړي ته وركړې يې. ))

وګورئ: ددې حديث سرچينې د پورتني حديث په څېر دي.

٭معاويه بن ابي سفيان، په علي بن ابيطالب کرم الله وجهه پسې بدې خبرې وكړې. حضرت سعد بن ابي وقاص ورته وويل: پر خداى قسم!كه د علي له درې ګونو ځانګړنو كې يوه مې درلوداۍ؛ نو له ټولې نړۍ راته ښه وه.

1:- رسول اکرم، عليکرم الله وجهه د تبوك جګړې ته د تلو پر مهال پرېښود او ورته يې وويل:((ايا خوښ نه يې، چې مقام دې راته داسې وي؛ لكه د هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي. ))كه دا خبره يې ماته كړې واى؛ نو تر ټولو هغو څيزونو راته ښه وه، چې لمر پرې لږېږي.

2:- ((بيرغ به داسې سړي ته وركړم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى، هېڅكله د جګړې له ډګره نه تښتي او خداى به فتح پر برخه يې كړي. )) كه دا خبره يې ماته كړې واى؛ نو له هر څه به راته ښه وه، چې لمر پرې لږيږي.

3:- كه زه د رسول اکرم زوم واى او د هغه له لور مې اولاد واى؛ نو له هر څه به راته ښه واى، چې لمر پرې لږېږي. [490]

٭حضرت عايشه بي بي وايي: رسول اکرم رنځور شو (او په كټ کې پريوت) فاطمه بي بي راغله او ځان يې پر رسول اکرم وروغورځاوه، رسول اکرم ورته يو راز ووايه او پر ژړا شوه او ځان يې پر رسول اکرم ورواچوه؛ خو چې رسول اکرم ورته يو بل راز ووايه؛ نو په خندا شوه. د پېغمبر اکرم له وفات روسته مې له فاطمې د راز پوښتنه وكړه. راته يې وويل: په لومړي ځل يې راته وويل: له دې ناروغۍ مرم؛ نو پر ژړا شوم او په دويم ځل يې راته وويل:په اهل بيتو كې مې ته لومړى تن يې، چې راسره به يوځاى شې (وفات به شي) او هم زه بې له مريم ( د عمران لور ) د جنت د ښځو سروره يم؛ نو سر مې راپورته كړ او ومې خندل [491].

٭حضرت ام سلمه رضي الله عنها (د پېغمبر اکرم يوه ښځه) وايي: رسول اکرم رنځور و او فاطمه بي بي يې راوغوښته او يو راز يې ورته ووايه، چې فاطمه پر ژړا شوه. بيا ورته يې بل راز ووايه او پر خندا شوه. حضرت ام سلمه وايي: رسول اکرم چې وفات شو؛ نو د هغې ژړا او ورپسې خندا پوښتنه مې ترې وكړه. راته يې و ويل: رسول اکرم له خپل وفاته خبره كړم؛ نو و مې ژړل. بيا يې راته وويل:((ته بې له مريم ( د عمران لور ) د جنت د ښځو سروره يې))؛ نو بيا مې وخندل[492].

٭رسول اکرم وويل: حسن او حسين د جنت د ځوانانو ښاغلي دي او فاطمه بې له مريم د عمران لور د جنت د ښځو اغلې ده[493].

حضرت فاطمة الزهرا (رضي الله عنها) د دې امت د ښځو اغلې ده

٭ حضرت ابوهريره(رض) وايي: سهار شو او رسول اکرم مو و نه ليد، چې ماښام شو؛ نو ورته مو وويل: سهار مو و نه ليدې او راباندې سخته تېره شوه. راته يې وويل: (( له اسمانه پرښته راغله، چې تر اوسه زه يې نه وم ليدلى او له خدايه زما د ليدو اجازه يې اخستې وه؛ نو زيرى يې راكړ:((فاطمه زما لور د دې امت د ښځو اغلې ده او حسن او حسين د جنت د ځوانانو ښاغلي دي[494].

٭ حضرت عايشه رضي الله عنها وايي: فاطمه بي بي راغله، تګ يې د پېغمبر اکرم په څېر و. بيا رسول اکرم وويل: (( زما پر لور دې آفرين وي. )) فاطمه يې خپل کيڼ يا ښي اړخ ته كېنوله، بيا يې ورته يوه خبره وكړه، چې فاطمه پر ژړاه شوه. فاطمې ته مې وويل: رسول اکرم خويوازې تا سره خبرې كولې؛ نو (ددې پرځاى، چې خوشحاله شې) ولې ژاړې؟ بيا رسول اکرم ورته بله خبره وكړه او پر خندا شوه، فاطمې ته مې وويل: داسې ورځ مې نه وه ليدلې، چې په غم پسې دومره ژر خوشحالي راشي؟ بيا مې ترې وپوښتل چې رسول اکرم ورته څه ويلي وو. فاطمې بي بي راته وويل: زه د رسول اکرم راز نه رابرسېره كوم، چې رسول اکرم وفات شو؛ نو د راز پوښتنه مې ترې وكړه. راته يې وويل:((جبرائيل به راته هر كال يو ځل قرآن راوړاندې كاوه؛ خو سږ كال دوه ځل. په خيال مې، چې د مرګ وخت رانږدې دى او په اهل بيتو كې مې ته لومړى تن يې، چې راسره به يوځاى شې او زه درته سترګې پر لار يم. ))

حضرت عايشه وايي: فاطمې بي بي وويل: نوځكه مې وژړل. بيا رسول اکرم راته وويل:(( ايا خوښه نه يې، چې ته د دې امت د ښځو اغلې يې يا د مؤمنو اغلې يې. )) فاطمې بي بي وويل: نوځكه مې وخندل[495].

٭ دا حديث هم د پخواني حديث په څېر دى. نسائي په بل سند بيا هم له حضرت عايشې بي بي نقل كړى: حضرت عايشه وايي: موږ له رسول اکرم سره ناست وو. په موږ كې څوك بهر نه و، چې فاطمه راغله. پر خداى قسم، چې تګ يې له رسول اکرم سره توپير نه درلود. بيا رسول اکرم خپل كيڼ يا ښي خوا ته كېنوله او و يې ويل:((آفرين دې زما پر لور وي)) او ورته يې يو راز ووايه. فاطمه پر ژړا شوه، بيا ورته يې يو بل راز ووايه او فاطمې وخندل. بياچې رسول اکرم پاڅېد؛ نو ورته مې وويل: رسول اکرم خپلې خبرېيوازې تاته كوي (؛ نود دې پرځاى، چې خوشحاله شې) ژاړې؟ اوس راته ووايه، چې څه يې درته وويل؟ فاطمى بي بي راته وويل: زه چا ته د رسول اکرم راز نه وايم.

رسول اکرم چې وفات شو؛ نو فاطمې ته مې وويل: ستا دې پر هغه قسم وي، چې پر تا حق لري، پېغمبر درته څه ويلي و؟ فاطمې راته وويل: ښه نو اوس غوږ شه:په لومړي ځل يې راته وويل: جبرائيل به هر كال يو ځل قرآن راوړاندې كاوه او سږ كال دوه ځل، په خيال مې، چې وفات مې رانږدې شوى دى. لورې! تقوا ولره او صبر جامه كړ. ))؛ نو و مې ژړل، بيا يې راته وويل:فاطمې! ايا خوښه نه يې، چې د نړۍ د ښځو اغلې ياست؟ )) بيا مې وخندل[496].

٭ رسول اکرم وايي:(( فاطمه زما د بدن ټوټه ده. [497]))

٭ حضرت مسور بن مخرمه وايي: ځوان وم، چې پېغمبر اکرم پر منبر ناست و، چې وامې ورېدل: ((فاطمه مې د بدن ټوټه ده. [498]))

٭ رسول اکرم وويل: (( ته اى علي! زما زوم، زما د دوه زامنو پلار، ته له ما او زه له تا يم. [499]))

٭حضرت اسامه بن زيد(رض) وايي: يوه شپه د يوه كار لپاره د پېغمبر اکرم كور ته ولاړم او راووت، چې تر پټو لاندې ورسره يو څيز و، پوه نه شوم، چې څه و. كار مې چې خلاص شو؛ نو ورته مې وويل: څه درسره دي؟ خپل پټو يې لرې كړ؛ حسن او حسين يې پر پښو ناست وو او و يې ويل: دا دواړه زما زامن او زما د لور زامن دي. (او بيا يې دوه ځل ويل) خدايه! ته ښه پوهېږې، چې دا دواړه راباندې ډېر ګران دي؛ نو خدايه! پر تا دې ډېر ګران وي.

٭ رسول اکرم وويل: حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي. [500]

٭ دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى. نسائي هغه په بل سند نقل كړى دى: رسول اکرم وويل: حسن اوحسين د جنت د ځوانانو ښاغلي دي. [501]

٭ دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى. پېغمبر اکرم وويل:((حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي. )) په دې حديث کې يې څوك نه دي استثناء كړي.

 (لاندې حديث ته اشاره كوي، چې دوه تنه يې استثناء كړي[502])

٭دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى. رسول اکرم وويل:((خو بې زما د ترور (خاله) له زوى عيسى بن مريم او يحيى بن زكريا، حسن او حسين د جنت د ځوانانو ښاغلي دي. [503]))

٭حضرت انس بن مالك(رض) وايي: د رسول اکرم كور ته ولاړو- يا ولاړم، چې حسن او حسين د پېغمبر اکرم پر ګېډه اوړېدل را اوړېدل (لوبې يې كولې) او و يې ويل:((په دې امت کې دا دواړه، زما دوه خوږبويه ګلان دي. [504]))

٭عبدالرحمن بن ابي نعم وايي: له حضرت عبدالله بن عمر سره ناست وو، چې يو سړى راغى او پر جامو يې د ماشې وينه پرته وه. پوښتنه يې وكړه: ايا له دې جامو سره لمونځ كړاى شم؟ ورته يې وويل: د كوم ځاى يې؟ و يې ويل: د عراق يم. عبدالله ورته ويل: عجيبه ده، دماشي د وينې پوښتنه كوې؛ خو د رسول الله د زوى حسين وينه تويوئ؟ له پېغمبر اکرم مې اورېدلي چې: ((حسن او حسين مې ددې دنيا دوه خوږبويه ګلان دي. ))

٭روایت: عليکرم الله وجهه د كوفې پر منبر ناست و، چې و يې ويل: پر رسول الله مې د فاطمى بي بي ماركه وكړه. رسول الله دا خبره ومنله او راته په نكاح يې كړه. بيا مې ورته وويل:د خداى رسوله! زه درباندې ډېر ګران يم كه فاطمه؟ راته يې ويل:((فاطمه را ته له تا او ته راته له فاطمې ګران يې. [505]))

٭عليکرم الله وجهه وايي: ناروغ شوم او رسول الله مې پوښتنې ته راغى. پر اړخ ويده وم، چې رسول الله مې په څنګ كې كېناست او زه يې په خپل څادر کې پټ كړم، چې احساس يې كړ، چې ښه شوم؛ نو پاڅېد او لمونځ يې وكړ، له لمانځه روسته راغى او څادر يې رانه راټول كړ او و يې ويل: ((علي! پاڅه، ښه شوې. )) پاڅېدم او درد مې نه احساساوه، بيا راته يې وويل:((په لمانځه كې مې چې څه له خدايه غوښتي؛ نو راكړي يې دي او چې څه مې ځان ته غوښتي، تاته مې هم غوښتې دي. [506]))

٭ عليکرم الله وجهه وايي: ناروغ شوم، سخت درد مې احساساوه، چې پېغمبر ته ولاړم، رسول اکرم زه پر خپل ځاى كېنولم او د خپل څادر يوه څنډه يې پر ما راواچوله او لمانځه ته ودرېد او (له لمانځه روسته يې) وويل: (( علي! پاڅه ښه شوې، هېڅ تكليف نه لرې. ماچې كوم څيز له خدايه غوښتى، هغه مې تاته هم غوښتې او هر څيز چې مې غوښتى، خداى راكړى (يا راډالۍ شوى)؛ خو ما ته ويل شوي، چې تر ما روسته بل پېغمبر نشته. [507]))

٭ دا حديث هم د پخواني حديث يوه برخه ده، چې پکې راغلي دي: عليکرم الله وجهه وايي: پېغمبر ته راغلم او يوه خبره يې وكړه، چې له ټولې دنيا راته غوره وه[508].

٭حضرت عبدالرحمن وايي: عليکرم الله وجهه به په ګرمۍ كې د ژمي او په يخنۍ كې د اوړي جامې اغوستې، په سړه هوا کې به يې يخې اوبه څښلې او له تندي به يې خولې وچولې. عبدالرحمن خپل پلار ابوليلي ته وويل: پلاره! ايا امير المؤمنان دې وليد، چې په ژمي كې د اوړي او په اوړي كې د ژمي جامې اغوندي. ابوليلي ورته وويل: ايا پر دليل يې پوهېږې؟ ابوليلي د عبدالرحمن لاس ونيو او امير المؤمنين ته يې بوت او د دې كار علت يې وپوښته. حضرت عليکرم الله وجهه ورته وويل: يوه ورځ رسول اکرم راوغوښتم، حال دا سترګې مې خوږېدي، رسول اکرم خپلې توكاڼې راته پر سترګو وموږلې او راته يې وويل:((سترګې دې خلاصې كړه. )) سترګې مې خلاصې كړې، چې لا تر اوسه مې لا د سترګو درد نه دى ليدلى او بيا يې راته دعا وكړه:((خدايه! له يخنۍ او ګرم يې وساته. )) چې تر اوسه مې ګرمي او يخني نه ده احساس كړې.

بدمرغه انسان د علي کرم الله وجهه وژونكى دى

٭ حضرت عمار ياسر (رض) وايي:د “عشيره” په جګړه كې له عليکرم الله وجهه سره وم، دا چې پېغمبر اکرم هلته راغلى و؛ نو پاتې شو. د “بني مدلج” د ټبر سړيو په خپلو ويالو يا د کجورو په باغونو كې كار كاوه. عليکرم الله وجهه راته وويل: راځه چې د هغو كار وګورو. ولاړو او د هغوى كار ته مو كتل، چي خوب راغى او تر سيورې لاندې پر اړخ سملاستو، رسول اكرم په خپله پښه له خوبه راويښ كړو او بدنونه مو پر خاورو شوي وو؛ نو پر دې مهال عليکرم الله وجهه ته يې وويل:((ابوترابه! پر تا به څه كېږي! ايا دوه بدمرغه انسانان دروښيم؟)) ورته مو وويل: هو يا رسول الله! پېغمبر اکرم وويل: (( يو تن ( د حيمر په نامه ) د ثمود په قوم كې و، چې د “صالح” اوښه يې چو كړه او ويې وژله او علي! هغه چې ستا دغه ځاى په توره وهي. )) او لاس يې د عليکرم الله وجهه پر سر كېښود، بيا يې د عليکرم الله وجهه ږيره ونيوه او و يې ويل: (( تردې، چې وينه دې دا ځاى سور كړي. [509]))

علي کرم الله وجهه رسول اكرم ته خورا نږدې و

٭حضرت ام سلمه رضي الله عنها (د پېغمبر يوه ښځه) وايي: رسول اکرم ته نژدې تن حضرت عليکرم الله وجهه و.

٭حضرت ام سلمه بي بي وايي: قسم پر هغه چې ام سلمه پرې قسم خوري، چې علي، رسول اکرم ته ګران و او زياتوي: پر هغه ورځ چې رسول اکرم له دنيا تله؛ نو په عليکرم الله وجهه پسې يې څوك ولېږه، په خيال مې، چې د كوم حاجت لپاره و، . موږ پر هغه ورځ د عايشې په كوټه كې له رسول اکرم سره وو، چې رسول اكرم درې ځل وويل:((علي دې راشي. ))

 علي چې راغى؛ نو لمر لا راختلى نه و. موږ پوه شو، چې دوى په خپلو كې خبرې لري؛ نو له كوټې راووتو او زه روستۍ وم، چې راووتم. زه د وره غاړې ته د پېغمبر اکرم له نورو ښځو سره ناسته وم، چې عليکرم الله وجهه د پېغمبر خبرو ته غوږ نيولى و او رسول اکرم ورسره رازونه ويل او عليکرم الله وجهه تر پايه له پېغمبر اکرم سره و[510].

علي کرم الله وجهه به د قرآن د تاويل لپاره جنګېږي؛ لكه زه يې چې

 تنزيل ته جنګېږم

٭حضرت ابوسعيد خدري (رض) وايي: رسول اکرم ته په تمه وو، د رسول اکرم څپلۍ شلېدلې وه، چې راغى؛ نو عليکرم الله وجهه ته يې وركړه، چې و يې ګنډي، بيا يې وويل:((په تاسو کې څوك شته چې د قرآن د تاويل لپاره به جنګېږي؛ لكه زه چې تنزيل د لپاره يې جنګېږم. )) حضرت ابوبكر وويل: زه يم. رسول اکرم ورته وويل: نه! حضرت عمر وويل: زه يم. رسول اکرم ورته وويل: نه. رسول اکرم وويل:((هغه چې څپلۍ ګنډي. [511]))

٭حضرت سعيد بن وهب وايي: عليکرم الله وجهه په “رحبه” نومې ځاې کې خلكو ته وويل: پر خداى مو قسم! چا، چې په خم غدير کې له رسول اکرم څخه اورېدلي وي، چې و يې ويل: ((خداى زما پالندوى او ولي دى او زه د مؤمنانو پالندوى او ولي يم. د چا، چې زه ولي يم؛ نو دا (علي )به هم ولي او پالندوى يې وي. خدايه! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن اوسه او مرستندوى يې شې، چې له عليکرم الله وجهه سره مرسته كوي (او خوار كړې هغه چې عليکرم الله وجهه خواروي). )) (؛ نوپاڅېږئ او ګواهي وركړئ) حضرت سعيد بن وهب وايي:په څنګ کې مې شپږ تنه پاڅېدل. حضرت حارثه بن مضرب وايي: زما په څنګ کې هم شپږ تنه پاڅېدل. حضرت زيد بن يثيع وايي: زما په څنګ کې هم شپږ تنه پاڅېدل. (او ټولو ګواهي وركړه) عمرو ذومره (د دې پېښې شاهد) وايي: پردې سربېره رسول اکرم وويل: ((خدايه! د علي دوستان دوست وګڼه او څوك چې ورسره كينه لري؛ ته هم ورسره كينه ولره [512]. ))

 

يوه ډله به له دينه وځي او حق پلوي به يې وژني

٭رسول اکرم وويل: يوه ډله به له دينه وځي (خوارج) او يوه ډله به يې وژني، چې پر حق ده (عليکرم الله وجهه او ياران يې[513]).

٭رسول اکرم وويل: ډېر ژر به زما امت دوه ډلې شي، يوه ډله به له دينه ووځي او بله به يې ووژني، چې پر حق ده.

٭دا حديث هم د پخواني حديث په څېر دى، نسائي په بل سند له حضرت ابوسعيد خدري (رض) نقل كړى دى[514].

٭رسول اکرم وويل:امت مې چې څو ډلې شو؛ نو يوه به له دينه وځي او بله ډله، چې پر حق ده، له منځه به يې يوسي[515].

٭ حضرت ابوسعيد خدري (رض) وايي: پېغمبر اکرم په خپل امت کې د داسې ډلې خبر راكړ، چې (( له امته به بېلېږي او نښه يې داده، چې سرونه به يې خريلي وي او له دينه به داسې وځي؛ لكه غشى له ليندۍ. دا ډېر ناوړه خلك دي او بله ډله، چې پر حق ده، دوى به له منځه يوسي. ))

 راوي وايي: ابوسعيد خدري (رض) په دې خبرې پسې يوه بله خبره هم وكړه، چې ما له هغه سړي وپوښتل، چې زما او ترمنځ يې ولاړ و، چې څه يې وويل: راته يې وويل: هغوى، تاسو عراقيانو د حضرت عليکرم الله وجهه پر مشرۍ ووژل.

٭حضرت ابوسعيد خدري (رض) له رسول اکرم نه د هغې ډلې په باب روايت كړى، چې له دې امته به بيلېږ ي (او رسول اکرم د دوى د لمونځ او روژې څرنګوالى هم ښوولى دى) او ويلې يې دي: ((هغوى به له دينه داسې وځي؛ لكه غشى له ليندۍ. قرآن یې له ستوني نه تېرېږي. دوى به زما له امته بېل شي او پر حق ولاړه ډله به ورسره وجنګېږي. [516]))

له مارقينو سره جګړه د علي کرم الله وجهه ځانګړنه ده

 ٭حضرت ابوسعيد خدري (رض) وايي: له رسول اکرم سره وم، چې پر ويش بوخت و، د “ذوالخويصيره” په نوم د “بني تميم” د ټبر يو سړى راغى او رسول اکرم ته يې وويل: (په ويش کې) عادل اوسه. رسول اکرم ورته وويل: (( كه زه پر عدالت چلن ونه کړم؛ نو څوك به عدالت وكړي؟! كه عدالت ونه کړم؛ نو زيان مې كړى. )) حضرت عمر وويل: اجازه راكړه، چې سر ترې غوڅ كړم.

رسول اکرم ورته وويل:(( پرېږده يې! داسې ياران به لري، چې ستاسو لمونځ او روژې به پر وړاندې يې هېڅ هم نه وي؛ قرآن به له ستوني يې نه تېرېږي، له اسلامه به داسې وځي؛ لكه غشى له ليندۍ، دا غشى به تېره نه وي، چې بدن پرې غوڅ شي. نښه يې داده، چې يو سړى پکې دى، چې تور مخ لري (لنډ لاسونه لري) او يو مټ يې دښځې د تي په شان او يا د غوښې د بوټۍ په شان خوځېږي او هغوى به د دې امت له غوره خلكو سره جنګېږي. ))

 حضرت ابوسعيد وايي: ګواهي وركوم، چې دا خبره مې له رسول اکرم څخه واورېده او علي بن ابيطالب ورسره وجنګېد او زه هم ورسره وم. (عليکرم الله وجهه له خوارجو سره له جګړې روسته) حکم وكړ، چې هغه تورمخى پيدا كړئ. د هغه مړى يې پيدا كړ، چې مې ورته وليدل؛ نو هغه ځانګړنې مې پکې وليدې، چې رسول اکرم په باب يې ويلې وې[517].

٭دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى. نسائي په بل سند له حضرت ابوسعيد خدري (رض) نقل كړى دى[518].

٭حضرت عبيدالله د ابورافع زوى وايي: د “حروريه” ډله (خوارج) چې د حضرت عليکرم الله وجهه پر خلاف راپاڅېده؛ نو چغې يې وهلې: (لاحكم الا الله =حكميوازې د الله دى) حضرت عليکرم الله وجهه وويل: دا حقه خبره ده؛ خو تاسې يې په باطله اراده كوئ. رسول اکرم راته د يوې ډلې ځانګړنې ويلې وې، چې اوس په تاسو کې يې وينم، د حق خبرې كوئ او عمل پرې نه کوئ. هغوى د خداى ناوړه مخلوقات دي، د دوى په منځ کې يو تورمخى سړى دى، چې غوڅ لاس يې د مېږې د تي يا د تي په څېر دى. عليکرم الله وجهه چې ورسره وجنګېد؛ نو و يې ويل: په مړيو کې په هغه سړې پسې وګرځئ. دوه درې ځل يې مړي ولټول؛ خو پيدا يې نه کړ. حضرت عليکرم الله وجهه وويل: وګرځئ ( په لټه کې شئ ) پر خداى قسم، چې هېڅكله مې دروغ نه دي ويلي او نه مې له رسول اکرم نه اورېدلي؛ نو د هغه سړى مړى يې په يوه كنډره كې پيدا كړ او د حضرت عليکرم الله وجهه مخې ته يې كېښود.

عبيدالله وايي: زه په دې پېښه کې حاضر وم او د عليکرم الله وجهه د خبرو هم لووی-شاهد وم.

٭حضرت سويد بن غفله وايي: له عليکرم الله وجهه نه مې واورېدل، چې و يې ويل: زه چې درته (له دښمن سره د جګړې په باب) څه ووايم، امكان لري، چې ونه شي(؛ ځكه په جګړه کې چل روا دى)؛ خو كه د رسول اکرم له خولې مې درته خبره وكړه؛ نو هغه به هرومرو پېښېږي، زه به له اسمانه راګوزار شم؛ خو په رسول اکرم پسې به دروغ و نه تړم. له رسول اکرم نه مې اورېدلي، چې و يې ويل:((يوه نوې او بې عقله ډله به راپيدا شي، د خلكو د خوښې خبرې به كوي، يوازې په خوله به ايمان لري، له دينه داسې وځې؛ لكه غشى له ليندۍ. (علي!) كه ودې وليدل؛ نو و يې وژنه؛ ځكه د قيامت پر ورځ وژونكيو ته يې بېل اجر شته. [519]))

٭رسول اکرم وويل: “په اخره زمانه کې به يوه ډله راپيدا شي چې قرآن به وايي؛ خو عمل به پرې نه کوي. له دينه به داسې وځي؛ لكه غشى له ليندۍ او ورسره جنګېدل پر هر مسلمان حق دى[520].

٭دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى. نسائي په بل سند له رسول اکرم نه نقل كړى. له پورتني حديث سره توپير يې دادى، چې يوه بله نښه يې هم ښوولې، چې ويلي يې دي: ((له نښو يې يوه هم د سر خريل دي. [521]))

٭حضرت طارق بن زياد وايي: له عليکرم الله وجهه سره د خوارجو جګړى ته روان شو. عليکرم الله وجهه هغوى له منځه يووړل او و يې ويل: وګورئ، پېغمبر اکرم ويلي وو: ژر به يوه ډله راپيدا شي، د حق خبرې به كوي؛ خو له ستوني به يې نه تېرېږي، هغوى له حقه داسې دباندې راوځي؛ لكه غشى له ليندۍ او نښه يې داده، چې پکې يو تورمخى او لنډ لاسى سړى دى، چې پر لنډ لاس يې تور وېښتان دي. كه هغه سړى (په مړيو کې) و؛ نو د دې امت تر ټولو ناوړه به مو وژلى وي او كه پکې نه و؛ نو ښه خلک به مو وژلي وي. موږ پر ژړا شو (چې هسې نه پکې نه وې)؛ په لټه مو پيل وكړ، د سړي مړى مو پيدا كړ او د شكر سجده مو وكړه. عليکرم الله وجهه هم راسره سجده وكړه او و يې ويل: په باطله اراده يې د حق خبره كوله او پر حق يې عمل نكاوه[522].

٭حضرت يحيى د سليم بن بلج زوى وايي: پلار مې د “نهروان” په جګړه كې له عليکرم الله وجهه سر و، راته يې وويل: د نهروان له جګړې مخکې، له يوه سړي سره مخ شوم، يو لاس يې نيم نه و. ورته مې وويل: پر لاس دې څه شوي؟ راته يې وويل: اوښ خوړلى دى. د نهروان له جګړې روسته هغه سړى مو پيدا نه کړ، چې لاس يې د ښځې د تي په څېر و. خواشيني وو. پلټنه مو پيل كړه؛ نو مړى يې مو په يوه لښتي کې پيدا كړ. عليکرم الله وجهه وويل: خداى رښتيا وويل او رسول يې هم، د هغه پېغام (څنګه، چې و) موږ ته يې راورساوه؛ ځكه رسول اکرم په خوارجو کې د داسې سړي له شتونه خبر كړي يو. پلار مې وويل:د تي په څېر پر لاس يې درې تاره وېښتان هم وو. “

له خوارجو سره د جګړې ثواب

٭حضرت كليب جرمي وايي: له عليکرم الله وجهه سره وو، له خلكو سره يې خبرې كولې، چې يو سړى راورسېد، چې د سفر جامې يې اغوستې وې او و يې ويل: اميرالمؤمنان! د يوې خبرې اجازه راكړه: حضرت عليکرم الله وجهه پر خبرو بوخت و او دې سړي ته يې توجه ونه کړه. ما ترې وپوښتل چې څه خبره ده. راته يې وويل: ايا هغوى چې له سيمې مو وتلي، حروريه نومېږي؟ ورته مې وويل: هو؛ ځكه له كومې سيمې، چې وتلي، ورته “حر وراء” وايي؛ نو ځکه ورته حروريه وايي. حضرت عايشې بي بي وويل: هغه به څومره نېکمرغه وي، چې دوى له منځه يوسي. كه علي بن ابيطالب وغواړي؛ نو تاسې به د دوى له جريانه خبر كړم، زه د همدې لپاره راغلى يم، چې د دوى په باب له عليکرم الله وجهه معلومات واخلم. څنګه، چې عليکرم الله وجهه له خبرو خلاص شو؛ نو و يې ويل: چا د خبرو اجازه غوښته؟ هغه سړي حضرت عليکرم الله وجهه ته قيصه وکړه؛ لكه چې څنګه يې ماته كړې وه. عليکرم الله وجهه ورته وويل: زه د رسول اکرم كور ته ولاړم، چې بې له عايشې بي بي بل څوك ورسره نه و. رسول اکرم راته وويل: ((له داسې ډلې سره به څه كوې، چې داسې او هاغسې به وي؟)) ما ورته وويل: خداى او رسول يې ښه پوهېږي. رسول اکرم په خپل لاس ختيځ ته اشاره كوله او و يې ويل: (( له ختيځه به يوه ډله راپيدا شي، قرآن شريف به وايي؛ خو له ستوني به يې نه تېرېږي، له دينه به داسې وځي؛ لكه غشى له ليندۍ. په منځ کې يې يو لنډ لاسى شته، چې لاس يې د تي په څېر دى. )) عليکرم الله وجهه وويل: پر خداى مو قسم! ايا له داسې ډلې مې خبر نه کړئ؟ورته وويل شول: هو! عليکرم الله وجهه وويل: پر خداى مو قسم، ايا تاسې ته مې نه وويلي چې داسې سړى به پکې وي. ورته وويل شو: هو! عليکرم الله وجهه ورته وويل: ماته راغلئ او راته مو وويل، چې داسې سړى پکې نشته، بيا ما درته پر خداى قسم دركړ، چې په يقين داسې سړى پکې شته (لټه مو پيل كړه، څو مړى يې پيدا شو) او ماته مو راوست، او هماغسې و؛ لكه څنګه مې، چې درته ويلي وو. ورته وويل شو: هو! نو بيا عليکرم الله وجهه وويل:((رسول اکرم رښتيا ويلي وو. [523]))

٭حضرت زيد بن وهب(رض) وايي: عليکرم الله وجهه د نهروان پر ورځ له خوارجو سره پر جګړه بوخت شو، ډېر وخت تير نه شو، چې وځپل شول. بيا عليکرم الله وجهه وويل:((هغه سړى پيدا كړئ، چې لاس يې د تي په څېر دى))؛ خو پيدا يې نه کړ. عليکرم الله وجهه وويل:((هېڅكله مې دروغ نه دي ويلي او له رسول اکرمه مې هم دروغ نه دي اورېدلي؛ بيا يې په لټه کې شئ. )) خلك په لټه کې شول او هغه يې په يوه كنده کې تر مړيو لاندې پيدا كړ. د سړي پر لاس د پيشو د برېتو په څېر وېښتان وو. بيا عليکرم الله وجهه او خلكو تكبير ووايه او له دې پېښې حيران وو[524].

٭حضرت زيد بن وهب وايي: عليکرم الله وجهه راته په “ديزجان” نومې ځاى کې وينا وكړه او و يې ويل:((راته ويل شوي، چې له ختيځه به يوه ډله راوځي، چې د يو تي خاوند به پکې وي او راته امر شوى، چې ورسره وجنګېږم. )) خوارجو يو بل ته وويل: ورسره خبرې مه کوئ، هغه مو د “حروراء” د ورځې، له جګړى ژغوري. جګړه پيل شوه او د عليکرم الله وجهه له يارانو يوه چغه كړه. په نيزه يې ووژنئ! خوارج کلابند شول. په دې جګړه کې د عليکرم الله وجهه له يارانو دولس يا ديارلس تنه شهيدان شول. بيا عليکرم الله وجهه وويل:((د نيم لاسي سړي په لټه کې شئ. )) ډېره سړه ورځ وه. عليکرم الله وجهه ته وويل شو: موږ ورپسې نه شو ګرځېداى. بيا په خپله حضرت عليکرم الله وجهه د پېغمبر پر غاترې (شهباء) سپور شو او ورپسې په لټه کې شو او له هغې كندې يې راواېست چې مړي پکې وو. بيا عليکرم الله وجهه وويل:(( هېڅكله مې دروغ نه دي ويلي او نه مې له پېغمبره اورېدلي، د عمل خاوندان شئ او خپل كارونه بل ته مه سپارئ. كه له كارونو د ځان پټونې ويره نه واى او كارونه مو بل ته نه سپارلاى؛ نو تاسې به مې له هغه څه خبر كړي واى، چې خداى په دې باب مقرر كړي او د پېغمبر په خوله يې ويلي. )) بيا عليکرم الله وجهه وويل:((په موږ کې د يمن خلك شته؟)) ورته وويل شول: څنګه امير المؤمنان؟! حضرت عليکرم الله وجهه وويل: (( ځكه زړونه يې له موږ سره دي[525]. ))

٭حضرت زيد بن وهب (رض) له خوارجو سره په جګړه کې له حضرت عليکرم الله وجهه سره و.

وګورئ: دا حديث په دغسې سند په نورو سرچينو كې پيدا نه شو.

٭حضرت عبديه سلماني وايي: د نهروان خوارج، چې وځپل شول. عليکرم الله وجهه وويل: (( په مړيو کې په لنډ لاسي سړي پسې وګرځئ! كېداى شي، دا هماغه ډله وي، چې پېغمبر اکرم ترې خبر كړى وم. )) تر لټې روسته مو مړى پيدا كړ او حضرت علي ته مو وښود. عليکرم الله وجهه درې ځل تكبير ووايه او و يې ويل:((كه نه مغرورېدئ؛ نو له خوارجو سره د جګړې له ثوابه به مې خبر كړي واى. )) عبيده وايي: عليکرم الله وجهه ته مې وويل: ايا په خپله مو داسې له پېغمبره اورېدلي دي؟ درې ځل يې راته وويل:(( هو! د كعبې پر څښتن قسم![526]))

٭حضرت زر بن حبيش وايي: له عليکرم الله وجهه څخه مې اورېدلي چې و يې ويل:(( د فتنې جرړه مې واېسته، بې له ما، چا له نهروان (او اهل جمل) سره جګړه نه شوه كړاى، كه له كاره د لاس اخستو وېره نه واى، چې اوږې وباسئ؛ نو تاسې به مې له هغه څه خبر كړي واى، چې خداى مقدر كړي او پېغمبر اکرم ويلي؛ د هغه ثواب په باب، چې تاسې جګړه وكړه او پر بې لارۍ يې پوه او پر خپل سم لاريتوب هم پوهېدئ[527].

٭حضرت عبدالله بن عباس(رض) وايي: حروريه، چې شپږ زره تنه وو، د عليکرم الله وجهه له لښكره ووتل او له نورو سره يو ځاى نه شول او په يوه ځاى کې راټول شول. هغه مهال مې عليکرم الله وجهه ته وويل: لمونځ ژر وكړه، چې ورشم او خبرې ورسره وكړم. عليکرم الله وجهه راته وويل:(( تشويش لرم، چې زيان در و نه رسوي. )) ورته مې وويل: د تشويش خبره نشته. جامې مې واغوستې او روان شوم او غرمه مهال ور ورسېدم، چې خواړه يې خوړل، راته يې وويل:د عباس زويه! ستړى مه شې، په خير راغلې، څه ته راغلى يې؟ ورته مې وويل زه د انصارو، مهاجرو او د پېغمبر د يارانو او د هغه د تره زوى او زوم له اړخه راغلى يم. قرآن پکې نازل شوى او پر تاويل يې ښه پوهېږي، حال دا په تاسو کې د پېغمبر اکرم يو يار هم نشته، راغلى يم، چې پيغام مو هغوى ته او د هغوى پيغام تاسې ته ورسوم، په دې وخت کې څو تنه يې د خبرو لپاره راغلل، ما ورته وويل: پر كومو دلايلو د پېغمبر اکرم د يارانو او د تره زوى پر خلاف يې راپاڅېدئ؟ راته يې وويل: په درې خبرو. ورته مې وويل راته يې ووايئ. و يې ويل: لومړى دا: علي، چې څوک (د صفين په جګړه کې) د حكميت او منځګړيتوب لپاره ټاكلى و، د خداى په كارونو کې يې لاس وواهه؛ ځكه خداى وايي: (ان الحكم الا الله) (الانعام 58، يوسف 140او 67 آيتونه) “حكميتيوازې د خداى دى” خلكو ته څه پكار، چې په حكميت کې لاس ووهي؟ ورته مې وويل: دا يو. بيا يې راته وويل: هغه (له ناكثينو سره) وجنګېد او بنديان يې ترې و نه نيول، غنيمت او بنديانول يې روا دي او كه مؤمنان وو؛ نو ورسره جګړه، بنديانول او غنيمت اخستل هم ترې روا نه وو؟ ورته مې وويل: دا دوه. درېیم يې څه دي؟راته يې وويل: په حكميت کې يې له ځانه د اميرالمؤمنان نوم لرې كړ، كه اميرالمؤمنان نه دى؛ نو امير كافران دى؟ورته مې وويل: بې له دې كومه خبره لرئ؟راته يې وويل: هم دومره بس دى. ورته مې وويل: كه ستاسې د خبرو پر خلاف مې له كتاب الله او سنت نبوي دلايل راوړل؛ نو راسره يې منئ؟راته يې وويل: هو! ورته مې وويل: دا چې وايئ: منځګړو د خداى په كار کې مداخله وكړه، زه به تاسو ته له قرآنه آيت راوړم، چې خداى پکې خلكو ته خپل حكم د درهم د څلورمې پر وړاندې پريښود او خلكو ته يې حکم وكړ، چې په خپلو منځو کې قضاوت وكړئ، آيت دادى: يا ايها الذين امنوا لا تقتلوا لصيد و انتم حرم و من قبله منكم فجزا مثل ها قتل من النعم يحكم په ذو عدل منكم. (المائده 95) “مؤمنانو! په احرام کې ښكار مه وژنئ او كه چا وواژه؛ نو د هماغې ښكار په څېر دې كفاره وركړي، چې دوه تنه عادل پرې ګواهي وركړې. )) دا د خداى حكم و، چې خلكو ته يې پريښود، چې په باب يې حكم او قضاوت وكړي او كه غوښتل يې؛ نو په خپله يې حكم كاوه؛ خو خلكو ته يې پرېښود. پر خداى مو قسم! د خلكو د اصلاح او د وينې توييدو د مخ نيوې لپاره د خلكو منځګړتوب ښه دى او كه په حرم کې د ښكار شوې سوې (خرګوش) بيه. راته يې وويل: په خپلو کې اصلاح. بيا خداى د ښځې او سړي ترمنځ د اړپېچ په باب وايي: و ان حفتم شقاق بينهما فابعثو حكما من اهله و حكما من اهلها (نسا 35) ” كه د ښځې او سړي له بېلېدو وېرېږئ؛ نو د سړي او ښځې د قومونو له لوريو منځګړي راولئ، چې قضاوت وكړي. )) پر خداى مو قسم، ايا د خلكو حكم د خلكو د اصلاح او د وينې دتوييدو دمخ نيوي لپاره ښه دى او كه د ښځې د ناموس په باب حكم يې؟ راته يې وويل: هو! د خلكو اصلاح ښه ده. ورته مې وويل: ايا په دې خبره قانع شوئ. راته يې وويل: هو! ورته مې وويل: او دا چې ومو ويل: له ناكثينو سره وجنګېد؛ خو د هغوى غنيمت او بنديان يې و نه نيول. ايا خپله مور حضرت عايشه مو نيوه، چې د نورو په څېر درته حلاله شي؟! كه وواياست، چې موږ ته عايشه بي بي د نورو بنديانو په څېر حلاله ده؛ نو كافران شوئ او كه ووياست، چې عايشه بي بي زموږ مور نه ده؛ نو بيا هم كافران شوئ؛ ځكه خداى وايي: (النبى اولى بالمؤمنين من انفسهم و ازواجه امهاتهم) (احزاب6) =پېغمبر پر مؤمنانو له هغوى وړ دى او ښځې يې د مؤمنانو مورګانې دي. ))؛ نو تاسو د دوو ناسمو لارو په منځ کې ياست (له مور ولۍ انكار، يا د مور بنديانول)؛ نو په خپله له دې دوو ناسمو لارو وتو ته يوه لار پيدا كړئ. ( بې له هغې، چې علي نيولې) ايا قانع شوئ؟ راته يې وويل: هو! او را به شو دې خبرې ته، چې له ځانه يې د امير المؤمنان نوم لرې كړ؛ نو زه به تاسې ته ځواب دركړم، چې ويې منئ. پېغمبر اکرم د حديبې د سولې پر ورځ علي ته وويل:

((علي! وليكه: دا هغه تړون دى، چې له مخې يې محمد د خداى رسول سوله وكړه. )) مشركانو ورته وويل: كه پوهېداى چې ته د خداى رسول يې؛ نو جګړه مو درسره نه کوله. رسول اکرم وويل: ((علي! پاك يې كړه او وليكه: دا هغه تړون دى، چې له مخې يې محمد د عبدالله زوى سوله وكړه. )) پر خداى قسم پر دې ښه پوهېږئ، چې رسول اکرم تر علي غوره دى، چې خپل نوم يې پاك كړ؛ خو نبوت يې پاك نه شو، ايا پردې خبره قانع شوئ؟ راته يې وويل: هو.

په دې استدلال له خوارجو دوه زره تنه راوګرځېدل او نور، چې پاتې شول، د خپلې بې لارۍ له امله مهاجرو او انصارو ووژل[528].

٭حضرت علقمه بن قيس وايي: په حيرانتيا مې عليکرم الله وجهه ته وويل:ته د ځيګر خورې له زوى (معاويه) سره منځګړتوب كوې؟! راته يې وويل: د حديبې د سولې پر ورځ، د رسول اکرم ليكوال وم؛ نو داسې مې وليكل: دا هغه تړون دى، چې له مخې يې د خداى رسول له سهيل بن عمرو ( له قريشو) سره سوله وكړه. سهيل وويل: كه پوهېدو، چې پېغمبر يې؛ نو درسره نه جنګېدو؛ هغه نوم پاك كړه. ورته مې وويل: پر خداى قسم كه وغواړې او كه و نه غواړې؛ هغه پېغمبر دى، پر خداى قسم، چې پاك يې نه کړم. رسول اکرم وويل: (( د رسول الله د ټكي ځاى راوښيه. )) ورته مې وښود. بيا رسول اکرم هغه ټكى په خپله پاك كړ او راته يې وويل:((پوه شه، چې داسې پېښه درپېښېږي او مجبور يې و يې منې. [529]))

٭رسول اکرم چې له اهل حديبيه يا (مکيانو) سره سوله وكړه؛ عليکرم الله وجهه تړون داسې وليكه: ((محمد رسول الله))، مشركانو پېغمبر اکرم ته وويل:

د ((رسول الله)) ټكى مه ليكه؟ كه ته د خداى رسول وې؛ نو جګړه به مو درسره نه کوله. رسول اکرم، علي ته وويل: د ((رسول الله)) ټكى ترې پاك كړه.)) علي وويل: زه يې نه شم پاكولاى. بيا رسول اکرم په خپل لاس ټكى پاك كړ او ورسره يې سوله وكړه، چېيوازې درې ورځو ته به له يارانو سره مكې ته راځي او تورې به يې په تيكو كې بندې وي[530].

٭حضرت براء بن عازب (رض) وايي: رسول اکرم وايي: د ذي القعده په مياشت کې د عمرې لپاره مكې ته روان شو، د مكې خلكو مخه يې ونيوه تردې، چې پېغمبر ورسره تړون وكړ، چې يوازې درې ورځې به په مكه کې پاتې كېږې. تړون يې داسې وليكه: دا تړون د ((محمد رسول الله)) له اړخه دى. كفارو ورته وويل: موږ يې درسره نه منو! كه پردې پوهېدو، چې د خداى رسول يې؛ نو د خداى له كوره به مو نه منع كولې، ته محمد د عبدالله زوى يې. رسول اکرم ورته وويل:((زه د خداى رسول او محمد د عبدالله زوى يم. )) بيا يې علي ته وويل:((د رسول اکرم ټكى ترې پاك كړه. )) علي وويل: پر خداى قسم! دا كار نه شم كړاى؛ بيا رسول اکرم حکم وكړ، چې د رسول اکرم د ټكي پرځاى محمد وليكي؛ نو تړون يې داسې وليكه: دا هغه تړون دى، چې ((محمد د عبدالله زوى)) تړلى او له مخې يې يوازې يوه توره؛ هغه هم په تيكې کې راوړاى شي. كه له مكې څوك ورسره يو ځاى شو؛ هغه به نه بوځي او كه څوك ترې پاتې شو؛ نو ستنېدو ته به يې نه اړ باسي، چې د تړون وخت پوره شو؛ نو مشركان عليکرم الله وجهه ته راغلل او ورته يې وويل: ملګري (رسول الله) ته دې ووايه، چې وخت دې پوره شو او له مكې ولاړ شي. رسول اکرم چې له مكې وته؛ نو د حضرت حمزه لور ورته غږ كړ: تره! تره! عليکرم الله وجهه ورپسې ورغى او له ځان سره يې راوسته اوفاطمى بي بي ته يې وويل: د تره لور دې له ځان سره كېنوه. بي بي فاطمى له ځان سره كېنوله. بيا علي، زيد او جعفر د ساتنې په باب يې اړپېچ وكړ. علي وويل:ما راوستې او زما د تره لور ده. جعفر وويل: زما د تره لور ده او ترور يې (خاله) زما كورودانې ده. زيد هم وويل: دا زما د دينې رور (زيد او حمزه يو بل ته رور ويلى وو) لور ده. رسول اکرم هغه خپلې ترور (خاله) د جعفر كورودانې ته وسپارله او و يې ويل:(( ترور د مور په شان وي. )) عليکرم الله وجهه ته يې وويل:(( ته له ما او زه له تايم. )) جعفر ته يې وويل:((ته په بڼه او خوي كې ماته يې. ))

عليکرم الله وجهه رسول اکرم ته وويل: ايا د حمزه له لور سره نكاح کوې؟رسول اکرم ورته وويل: ((هغه زما د رضاغي رور لور ده)) (ما او حمزه له يوې موره شيدې خوړلې او حمزه زما رضاعي رور دى او زه يې د لور تره يم[531])

٭دا حديث د 70 حديث په څېر دى. نسائي په بل سند داسې رانقلوي: هغوى (علي، جعفر، زيد) د حضرت حمزه(رض) د لور د ساتنې په باب اړپېچ وكړ. رسول اکرم هغه خپلې ترور (خاله) ته وسپارله [؛ يعنى د جعفر ښځې ته] او و يې ويل: ترور (خاله) د مور په شان وي. رسول اکرم ته مې وويل: ايا د حمزه لور ځان ته نكاح كوې؟ رسول اکرم وويل: (( راته روا نه ده؛ ځكه د رضاعي رور لور مې ده (؛ ځكه حمزه او رسول اکرم له يوې موره شيدې خوړلې) بيا يې عليکرم الله وجهه ته وويل:((ته له ما او زه له تا يم)) او زيد ته يې وويل:((ته مو دوست او رور يې. )) او جعفرته يې وويل: ((ته راته په بڼه او خوي کې يې. [532]))

څلورمه برخه

 د امام احمد حنبل (رح) په مسند کې د حضرت علي کرم الله وجهه  ځانګړنې

د امام احمد حنبل (ره) لنډه پېژندنه

امام احمد حنبل (١٦٤- ٢٤١س) د اهل سنتو د څلور ګونو مذاهبو، د حنبلي مذهب امام دى، چې يو نامي حديثپوه او فقيه دى، چې پخپله او راروسته زمانو کې يې د خلکو پر ليدلوريو او ګروهو خورا اغېز درلود. له ډېره وخته راهيسې ويل کېږي، چې امام حنبل خورا زاهد، ظاهر پالى او سر سري اندى و. ډېره موده يې له امام شافعي (١٥٠/١٤٦ – ٢٠٥س) زده کړه وکړه او داچې شافعي (رح) پخپله د امام مالک بن انس (٩٣/٩٠-١٧٩س) شاګرد و، چې له امام جعفر صادق (٨٣ – ١٤٨س) يې زده کړه کوله؛ نو په دوو لارو د امام صادق له (مزو اخستونکيو) ملامېندو شمېرل کېږي او همدا چار د دې لامل شوى، چې نوموړي له امام صادق او پلار يې امام باقر روايتونه کړي دي.

د امام احمد بن حنبل مشهور زده کړيال: عبدالله بخاري (٩٤ – ٢٥٦س) د صحيح بخاري مؤلف، مسلم نيشابوري (٢٠٤، ٢٠٦ – ٢٦١س) د صحيح مسلم مؤلف او ابوداوود سجستاني (٢٠٢-٢٧٥س) د ابي داوود سننو مؤلف دى.

داچې ترمذي ( ٢٠٠ / ٢٠٩ – ٢٧١س) او نسايي (٢١٤ /٢١٥ – ٣٠٣س) د ابي داوود زده کړيالان ول؛ نو ويلاى شو، چې د شپږ ګونو صحاحو له مؤلفانو، درې تنه يې نېغ په نېغ او دوه يې په واسطه د امام احمد حنبل زده کړيالان ول، چې دا چار په خپل ذات کې د حديثو په علم کې د امام حنبل اهميت راښيي. امام حنبل پهخپله هم ډېر مهم او مفصل کتاب (مسند) تاليف کړى دى، چې له ٧٥٠٠٠٠ (اوه سوه پنځوس زرو) احاديثو يې دېرش زره غورچاڼ کړي دي[533].

امام احمد بن حنبل د امويانو د خلافت تر دړي وړې کېدو روسته دنيا ته راغلى او په دې توګه هومره واټن يې ورسره نه درلود، هغه امويان چې له اهل بيتو په تېره بيا له حضرت علي سره يې په دښمنۍ کې هره چاره کاروله او داچې هغوى د خپلې واکمنۍ پر څه له پاسه اتياوو کلونو کې د مسلمينو انديز او ګروهيز چوکاټونه مشخص کړي ول؛ نو تر راپرځېدو روسته يې هم لږ ډېر انديز نظام رسميت درلود. پردې سربېره، امام احمد په مړانه، علم او اخلاقي، انصاف د حضرت علي د فضايلو او ځانګړنو په ثبت او روايت کې هڅه وکړه او ډېر احاديث يې په خپل کتاب کې ځاى پرځاى کړل، چې شونې وه، ځينې ورته د سرخوږۍ لامل هم شي. امام حنبل د “فضايل الصحابه” په نامه بېل دوه سوه پاڼيز کتاب کښلى او د علي کرم الله وجهه په اړه پکې دا غونډله ده:

“ما جا لا حد من اصحاب النبي صلى الله عليه وسلم من الفضايل اکثر مما جاء لعلى بن ابى طالب (١): څومره چې د علي بن ابي طالب فضايل رارسېدلي، د يوه صحابي هم رارسېدلي نه دي (٢) “

يو ټکي ته مو پام وي، چې له ډېره وخته راهيسې دخلافت د غونډال سياست دا و، چې د حضرت علي فضايل او ګروهې دې خپري نشي، له دې سره د ايران، شام او مصر له سوبو ټولنې ته دومره د شتمنيو او امکاناتو د ورکړې او بخشش خوله راماته وه، چې هيچا هم په خوب کې ليداى نه شوه او له دې لامله يې کومه انګېزه نه درلوده، چې د قدرت او شتمنۍ مراکز پرېږدي او په يوې داسې کورنۍ پسې ولاړ شي، له دنيوي امکاناتو تش لاش شوې وه.

 حضرت عبدالله بن جندب وايي: د درېیم خليفه (رض) په زمانه کې عراق ته ولاړم او د علي کرم الله وجهه د فضايلو په اړه مې خبرې وکړې؛ خو چا ورته غوږ کېنښود او راته به يې ويل:” دا پرېږده او په داسې څيز پسې ولاړ شه، چې ګټه دې پکې وي” و مې ويل: دا ما او تاسې ته ګټوره ده؛ خو خلکو پرېښووم او چې ځايي چارواکى؛ وليد بن عقبه خبر شو؛ نو امر يې وکړ، چې بندي يې کړئ. (٣)

د حضرت علي کرم الله وجهه په راتګ او دجمل، صفين او نهروان تر خونړيو جګړو روسته همدې بهير دوام وموند او بې له ډېر لږ شمېره، نور له حضرت علي کرم الله وجهه سره په دښمنۍ کې ټينګ ودرېدل او ياڅنګ ته شول.

د حضرت علي کرم الله وجهه تر شهادت روسته د امويانو په ځواکمنېدو او په حضرت علي پسې کنځل او ترې برائت لټه او ټولنه په خورا تنګسه کې نيولو چار تردې راورساوه، چې بې د اهل بيتو له يو لږ شمېر لارويانو څخه د هغه وخت [ اموي بهير، زبيري بهير او دخوارجو جريان] د ګردو سياسي، کلامي او مذهبي فرقو ګډه وجه له حضرت علي سره دښمني وه.

چې په دې توګه عمومو مسلمانانو که علي کرم الله وجهه ته د انکار په سترګه نه کتل؛ خو ګوته يې ورته نيوه، داسې چې ډېر لږ حاضر ول، چې هغه له درېو لومړيو خلفاوو په لړ کې وشمېري؛ يعنې په خلفاى راشدينو کې يې وشمېري. داچې د عثماني مذهب بنسټ [ چې راروسته د اهل سنتو د مذهب په بڼه راواوښت]پر يوه دغسې طرز فکر ( انديز دود) ولاړ و او په عباسي خلافت کې هم دې دود د حاکميت او چارواکۍ د ګټو د غوښتنو له مخې لږ ډېر دوام وموند، تردې چې د امام احمد حنبل په هڅو او نفوذ تر يوې کچې واوړېد او په تدريج حضرت علي کرم الله وجهه په راشدينو خلفاوو کې وشمېرل شو؛ يعنې دا امام احمد حنبل و، چې علي کرم الله وجهه يې په راشدينو خلفاوو کې وشمېره او مخکې ترې چانه شمېره. (٤)

امام احمدبن حنبل په خپل مسند کې د علي کرم الله وجهه په اړه ګڼ شمېر احاديث راوړي، چې موږ د خپل کتاب د موضوع په اړه يوازې ٢٤٩ يا ٢٥٠ ترې غورچاڼ کړي دي.

◄ د دې لېکنې لنډيز

د دې ليکنې خورا لنډيز دادى

مور يې حيدر نومولى و ( ٤/ ٥٢)، لومړى نارينه دى، چې مسلمان شو (١/ ٣٣١ او ٤/٣٧١، ٥/٢٦) او له پېغمبر اکرم (ص) او حضرت خديجې سره يې لمونځ وکړ ( ١/ ١٤١، ٢١٠ او ٣٧٤ مخونه) او تر خلکو يې اوه کاله مخکې لمونځ وکړ ( ١/٩٩) په هماغه وړکتوب کې يې له پېغمبر اکرم سره بيعت وکړ، چې رور او ملګرى يې وي (١/١٥٩) په ځوانۍ کې د پېغمبر اکرم پر اوږو د کعبې بام ته پورته شو او ورباندې ايښى بوت يې لاندې راوغورځاوه او دړې وړې شو (١/٨٤ ا و ٥١ مخونه) او چې قريشو دسيسه جوړه کړه، چې پېغمبر اکرم (ص) ووژني؛ نو په بستره کې يې ويده شو او تر ګهيځه يې د مشرکانو د ډبرو ګوذراونه وزغمل او پېغمبر اکرم (ص) ځان غار ته ورساوه (١/ ٢٣١ او ٣٤٨ مخونه)

پېغمبر اکرم وويل: د خداى تعالى زما څلور تنه ياران خوښېږي او راته يې ويلي، چې ته يې هم ښه ايسه، چې يو يې علي دى ( ٥/ ٣٥١ او ٣٥٦ مخونه) او و يې ويل: خداى يې هېڅلکه نه خواروي (١/ ٣٣١) د پېغمپر اکرم په دعا ګرمۍ او يخنۍ پرې اغېز نه درلود (١/٣٣١ مخ). هغه يو تن نارينه و، چې خداى او پېغمبر اکرم يې ښه ايسېدل او د خداى او رسول الله هم هغه ښه ايسيده (١/٩٩، ١٣٢، ١٨٥، ٣٣١ مخونه، ٢/ ٣٨٤، ٤/ ٥٢، ٥/٣٣٣، ٣٥٣، ٣٥٤، ٣٥٨ او ٣٥٩ مخونه) علي کرم الله وجهه له جګړې نه تښتېده (٣/١٦) او د حضرت ابوبکر او حضرت عمر تر ناکامۍ روسته يې خيبر سوبه کړ (٢/٣٨٤ مخ، ٣٣٣، ٣٥٣ او ٣٥٤ مخونه) او په هغې غزا کې يې چې ډال ولوېد، د کلا ور يې راونړاوه او د ډال په توګه يې کاراوه، هغه ور، چې اتو تنو خوځولاى نشو! (٦/٨) په دې غزاکې يې حضرت جبرئيل ښي خو اکې او ميکائيل يې په کيڼ لوري کې و (١/١٩٩) او پېغمبر اکرم وويل: خداى هغه بيخي نه خواروي (١/٣٣١)

مقام يې رسول اکرم ته لکه د هارون، چې موسى علیه السلام ته و (١/١٧٠، ١٧٧، ١٧٩، ١٨٢، ١٨٤، ١٨٥، ٣٣١ او ٣/٣٦٩، ٤٤٨) او آنحضرت (ص) ورته يې ويل: ته مې رور او ملګرې يې (١/٢٣٠) او آنحضرت (ص) وويل: علي له ما او زه له هغه ځنې يم (٤/٤٣٧ او ٤٤٨ )

او و يې ويل: ” له علي شکايت مه کوئ، چې دخداى په اړه سخت دريځ دى” (٣/٨٦) او و يې ويل: چاچې وکنځه؛ نو زه يې کنځلې يم” (٦/٣٢٣)

او علي کرم الله وجهه ته يې وويل: “مؤمن دې دښمن نه ګڼي او منافق دې دوست نه ګڼي” (١/٨٤، ٩٥ او ١٢٨، ٦/٢٩٢) او خپله لور يې ورنکاح کړه (٥/٣٥٩) هغه لور، چې د تن يوه برخه يې وه: چې چا وځوروله؛ نو زه يې ځورولى يم او چې چا خپه کړه، زه يې خپه کړى يم (٤/٥، ٣٢٨) او چاچې خوشحاله کړم، زه يې خوشحاله کړى يم، (٤/٣٢٣، ٣٣٢)

او علي کرم الله وجهه ته يې وويل: ته مې زوم او د اولادونو پلار يې (٥/٢٠٤) هو! علي له هغې سره واده وکړ، چې له مور سره يې د جنت له غوره ښځو ده (١/٢٩٣ او ٣١٦) او پخپله دجنتي مېرمنو اغلې ده ( ٣/٦٤) او داچې زامن يې دنيا ته راغلل؛ نو پېغمبر اکرم پرې د هارون علیه السلام د زامنو نومونه کېښوول (١/ ١٥٩) د علي کرم الله وجهه مشر زوى؛ يعنې حسن (رض) تر پلاره نېکه ته ورته و (٦/ ٢٨٦) هغه تر سينې پورته پېغمبر ته ورته و او رور يې حسين تر سينې کوز (١/١٠٨) او پېغمبر اکرم وويل: ” هغه دواړه دجنتي ځوانانو ښاغلي دي” (٣/ ٣، ٦٢، ٨٢) او يې وويل: حسين زما څخه دى او زه له حسين څخه يم، خداى دې د حسين له مينوالو سره مينه ولري، حسين مې له لمسيو يو لمسى دى (٤/١٧٢) او يې وويل: “څوک چې زما دې دواړه او د مورو پلار يې مينوال وي؛ نو د قيامت پر ورځ له ماسره او هم پوړى مې دى ” ( ١/٧٧) او يې وويل: ” په قيامت کې مو: (پينځه تنه) په يوه ځاې کې يو” (١/ ١٠١) او هغو ته يې وويل: ” له هغه سره په جګړه کې يم، چې ورسره وجنګېږي او له هغه سره په سوله کې يم، چې له تاسې سره په سوله کې وي” (٢/٤٤٢) او په کربلا کې يې د فرات رود تر غاړې د حسين د شهادت خبر ورکړ او ويې ژړل (١/ ٨٥) او د کربلا يو موټى خاوره يې ام سلمه ته وسپارله، چې يوې پرښتې ورته راوړې وه (٣/٢٤٢، ٢٦٥) او د پينځو تنو په اړه يې وويل: ” دوى مې اهل بيت او ځانګړي دي” (٦/ ٢٩٢، ٣٠٤) او يو ټوکر يې پرې راوغواړه، او دعا يې وکړه: “خدايه! دوى مې اهل بيت دي؛ نو جټلي ترې لرې کړه او پوره يې پاک کړه!” (٦/ ٢٩٨، ٢٩٢، ٣٠٤) او ان خپله مېرمن ام سلمه يې په دې شمېر کې رانه وړه (٦/ ٣٢٣، ٢٩٢، ٣٠٤) او شپږ مياشتې، چې د ګهيځ لمانځه ته تل؛ نو چې د فاطمې له کوره تېرېده، ويل يې: “اهل بيتو، لمونځ! [إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ] ” (٣/٢٥٩، ٢٨٥) او و يې ويل: خدايه! دوى آل محمد دي؛ نو پر محمد او آل محمد درودونه واستوه” (٦/ ٣٢٢) او چې کله آيت نازل شو، چې: ” خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درد او صلوات استوي، مؤمنانو! درود پرې واستوئ” وپوښتل شو: “څرنګه درود درباندې ووايو؟ آنحضرت وويل: “ووايئ: اللهم صل على محمد و آل محمد. . . . ” (٤/٢٤٤، ١٦٢، ٢٤١، ٢٤٣، ١١٨، ١١٩، ٣/٤٧، ٥/ ٢٧٤، ٣٥٣) او يو ځل حسن په کوچنيوالي کې چې غوښتل خيراتي کجوره په خوله کړي؛ منع يې کړ او و يې ويل: پر موږ د محمد کورنۍ خيرات حلال نه دى” (١/٢٧، ٢/٤٠٦، ٤٦٧، ٣/٤٤٨، ٤٩٠) او چې د مباهلې آيت نازل شو (؛ نو) پېغمبر اکرم، علي، فاطمه، او حسنين راوغوښتل او و يې ويل: “خدايه! دوى مې کورنۍ ده” (١/١٨٥)

د علي له ځانګړنو يوه داده، چې “موعود مهدي” يې له ځوځاته دى؛ لکه چې رسول اکرم ويلي دي: “مهدي زموږ له اهل بيتو دى او خداى يې چار په يوه شپکې سموي” (١/ ٨٤) او و يې ويل: “قيامت تر هغې نه جوړېږي، چې له اهل بيتو مې يو تن چارواکى شي، ځمکه له عدله ډکه کړي؛ لکه چې څنګه ترې مخکې له ظلمه ډکه شوې وه. ” (٣/١٧)

او و يې ويل: ځمکه له ظلم او زورمټۍ ډکېږي بيا مې له کورنۍ يو سړى راپاڅي” (٣/٧، ٢٨) يا يې وويل: له اهل بيتو مې سړى. . . . . (٣/٣٦) او شتمني په خلکو کې يو رنګ ايشي او د اسمانوال او ځمکمېشتي ترې خوشحالېږي (٣/٥٢) چې هغه پينځه، اوه يا نهه کاله حکومت کوي او په دې موده کې اسمان ورېږي او ځمکه ښه حاصل ورکوي. ( ٣/٢٢)

او و يې ويل: ” تر ما روسته به دولس تنه خلفا وي، چې ټول به له قريشو وي. “

او و يې ويل: ” دا دين د قيامت تر راتلو پورې پرځاى دى يا دولس خلفاء به درباندې حکومت وکړي، چې ټول له قريشو دي” ( ٥/ ٨٥، همدې مضمون ته نژدې ٥/ ١٠٧) او چې وپوښتل شو: “پردې امت به څو تنه خلفاء حکومت وکړي؟ ” و يې ويل: “دولس تنه، د بني اسرائيلو د پالندويانو په شمېر” (١/ ٢٩٨. ٤٠٦) او و يې ويل: ” پر تاسې لازمه ده، چې زما او د هدايت شويو راشده خلفاوو دينوالو ځايناستيو د سنتو لاروي وکړئ ” ( ٤/ ١٢٦، ١٢٧)

پېغمبر اکرم خلکو ته وويل: ” زه په تاسې کې دوه درانه څيزونه پرېږدم: د خداى کتاب او اهل بيت مې. داهل بيتو په اړه مې خداى ياد لرئ” (٤/ ٣٦٦، ٣٦٧) او ويې وويل: ” دا دواړه بيخي يو تر بله تر هغې نه جلا کېږي، چې په ډنډ کې کې ماته راشي” (٣/١٤، ٢٦، ٥٩، ٥/ ١٨٢، ١٩٠) او وړاندوينه يې وکړه، چې يو شمېر به يې خبره ولتاړي او ناغوره به ورسره وچلېږي. “قسم پر هغه چې د محمد ساه يې په واک کې ده، له تاسې به يو شمير سړي له ما څخه په ډنډ کې لري کوي؛ لکه پردي اوښان، چې له ډنډه شړي!” (٢/ ٢٩٨، ٤٦٧) او و يې ويل: “[پر هماغه وخت] زه ورته غږ کوم: ها! ما ته راشئ!” ويل کېږي: ” دوى تر تا روسته واوړېدل” زه هم وايم:لرې دې وي! لرې دې وي!” (٢/ ٣٠٠، ٤٠٨) او و يې ويل: له اصحابو مې يو شمېر په ډنډ ( حوض کوثر) کې ماته راځي او ما ويني، همداچې را ورسېدل او ومې ليدل، په راښکودو راښکودو يې رانه لرې کوي. زه وايم: “پالونکيه، ياران مې! ياران مې!” ويل کيږي ” ته نه پوهېږي، چې تر تا روسته يې څه وکړل!” (٥/ ٤٨)

په حجة الوداع کې مدينې ته د راستنېدو پر مهال د مشهور ډنډ؛ غدير خم پر غاړه، دمه شول او تر ماسپښين لمانځه روسته، پېغمبر اکرم د علي لاس ونيو او مسلمانانو ته يې وويل: نه پوهېږئ، چې زه پر مؤمنانو تر ځانونو يې پرې وړ يم؟ نه پوهېږئ، چې زه پر هر چا تر ځان يې پرې وړ يم؟”

خلکو وويل: “هو!” آنحضرت وويل: ” د چاچې زه يې مولا يم، علي يې هم مولاى دى، خدايه! له مينوال سره يې مينه وکړه او چې څوک ورسره دښمني کوي، ته يې دښمن وسه!” حضرت عمر بن خطاب د علي کرم الله وجهه ليدو ته ورغى او و يې ويل: ” د ابوطالب زويه! مزې دې وکړې، ګهيځ او ماښام دې کړ، سره له دې چې د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې” ٤/ ٢٨١ او په ډېر لنډيز: ١/ ٨٠، ١١٩، ٣٣١؛ ٤/ ٣٨٦، ٣٧٠، ٣٧٢؛ ٥/ ٣٦٦، ٣٧٠، ٤١٩) او پېغمبر اکرم علي کرم الله وجهه ته وويل: ” ته تر ما روسته پر هر مؤمن زما ولي يې” ( ١/٣٣١) او و يې ويل: “زما له لوري، يوازې زه يا علي يې ادا کوي” ( ٤/١٦٤، ١٦٥) او د تبوک د غزا پر مهال، چې آنحضرت ولاړ؛ نو علي کرم الله وجهه يې پر مدينه وګوماره او و يې ويل: ” داسې راته يې لکه هارون چې موسى ته و؛ خو پېغمبر نه يې، دا وړ ده، چې زه ولاړ شم او ته مې ځايناستى وسې” (١/٣٣١ او بې له روستۍ غونډلې: ١/ ١٧٠، ١٧٣، ١٧٥، ١٧٧، ١٧٩، ١٨٢، ١٨٤، ١٨٥، ٣٣١؛ ٣/٣٢، ٣٣٨؛ ٦/ ٣٦٩، ٤٣٨) او چې کله د توبې سورت لس آيتونه حضرت ابوبکر ته ورکړاى شول، چې خلکو ته يې ولولي، حضرت علي يې ورپسې ولېږه، چې ترې وايې خلي او پخپله يې ولولي؛ ځکه و يې ويل: ” جبرئيل راغى او و يې ويل: ستا له لوري، يوازې ته پخپله يا ستا يو نارينه يې رسوي” (١/ ١٥١) او و يې ويل: ” هغه يوازې زه يا له اهل بيتو مې يو سړى رسوي” (٣/٢١٢، ٢٨٣؛ ١/ ٣٣١) او علي ته يې وويل: “په جنت کې ورته يوه زېرمه ده، چې ته يې د دواړو لوريو خاوند يې. ” (١/ ١٥٩) او بيا يې ورته وويل: ” چې هر څه مې ځان ته خوښېږي، تا ته مې هم خوښېږي او چې څه مې نه خوښېږي، تا ته مې هم نه خوښېږي” (١/ ١٤٦) او زېرى يې ورکړ: ” ته بښل شوى يې” (١/٩٢، ١٥٨) او تل يې خپل حضور ته مانه؛ لکه چې حضرت علي ويل: ” چې کله مې له پېغمبر اکرمه اجازه غوښته، که پر لمانځه و؛ نو “سبحان الله” يې ويله او که پر بل چار و؛ نو اجازه يې راکوله”. (١/٩٨) او حکم يې وکړ: نبوي جومات ته چې کوم ورونه پرانستل کېږي، و يې تړئ؛ خو نه د علي ور (١/٣٣١؛ ٢/٢٦) او و يې ويل: په دې اړه راته حکم شوى او له ځانه مې دا چار کړى نه دى (٤/ ٣٦٩).

سره له دې چې علي کرم الله وجهه ځوان و؛ پېغمبر اکرم يمن ته ولېږه او ورته يې وويل: ” خداى دې ژبه ښيونوي او زړه دې ټينګوي” (١/٣، ١٤٩) او دايې په دعا ورته وغوښته (١/١١١) علي کرم الله وجهه وايي: زه تر هغې روسته په ورمندون او قضاوت کې شکي نه شوم! (١/٣) او د علي په اړه يې وړاندوينه وکړه: ” د قرآن پر تاويل به جنګېږې؛ لکه چې پر تنزيل يې وجنګېدم” ( ٣/ ٣١، ٣٣، ٨٢) او بيا يې په اړه وړاندوينه وکړه: د حضرت مسيح علیه السلام په څېر به يو شمېر درسره مينه او يوه ډله به درسره سخته دښمني وکړي (١/ ١٦٠) او بيا يې وړاندوينه وکړه: خورا بدمرغه انسان به يې وينه تويه کړي او ږيره به يې په وينو ککړه کړي (٤/ ٢٦٣)

حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د رحلت پر مهال وويل: “علي راولئ!” پرځاى يې نور راوبلل شول او چې راغل، آنحضرت سترګې پرانستې او چې علي يې ونه ليد؛ نو چوپ شو، حضرت عمر ټول لرې کړل (١/ ٣٥٦)

پېغمبر اکرم د خپل ژوند په روستۍ ورځ، په څو څو ځل د علي احوال اخسته، تردې چې علي کرم الله وجهه ورته راغى، کوټه يې خالي کړه او علي ته يې راز ووايه او پر هماغه ورځ وفات شو، په پايله کې هغه روستى تن و، چې له آنحضرت سره يې ليده کاته وکړل. ( ٦/ ٣٠٠)

د رسول اکرم د وړاندوينې له مخې يوې ډلې، چې په دين کې يې افراط او زيادښت کاوه، چار يې له اسلامه د وتو تر بريده ورسېد، په پايله کې بوتنمانځي يې پرېښوول او د مسلمانانو په وژونه يې لاس پورې کړ (٣/ ٦٨، ٧٢، ٧٣) حضرت علي هم وار له مخې يې د ټولو د وژنې حکم وکړ (٣/ ٦٨، ٧٢، ٧٣) او و يې ويل: ” هغه ډله يې وژني، چې پر حق ده” (٣/ ٦٥، ٤٨) او غټه نښه يې کل سر دى ( ٣/ ٣٣، ٦٤، ٢٢٤؛ ٤/ ٤٢٥؛ ٥/١٧٦) او په منځ کې به يې نيم لاسى وي (١/ ٩٢، ١٥١، ١٦٠ او. . . . .) او و يې ويل: “هغوى خورا ناوړه وګړي او موجودات دي” (٤/ ٤٢١، ٤٢٢، ٤٢٥) چې له عراقه به راپاڅي (٣/٤٨٦) او پر حق ډله به وژني ( ٣/٤٥، ٦٥) او پر هغه دې خوښي وي، چې دوى وژني او په لاس يې ووژل شي!” (٣/٢٢٤) او علي کرم الله وجهه ته يې وويل: “د ابوطالب زويه! له دغسې قوم سره به څرنګه يې؟” (١/ ١٦٠)

دا وړاندوينه د نهروان په جګړه کې رامخې ته شوه او علي کرم الله وجهه ورسره وجنګېد او د هغه نيم لاسي سړي تنه يې ومونده او له خوښۍ يې تکبير ووايه او پر سجدې پرېووتل (١/ ٨٨، ١٠٧، ١٠٨ )ځينو له هېښنې علي کرم الله وجهه ته پرښته وويله! (١/ ١٤١) رسول اکرم له خوارجو سره جنګياليو ته په دومره ثواب قايل شوى، چې علي له دې وېرې، چې هسې نه خلک له (نورو) کړنو لاس واخلي، ورته يې نه وايه! (١/ ١٣١، ٩٢، ٩٥، ١٢١، ١٢٢، ١٥٥) په پاى کې علي کرم الله وجهه يو له خوارجو (عبدالرحمان بن ملجم) شهيد کړ او زوى يې حسن (رض) خلکو ته وويل: “داسې يو سړي پرېښووئ، چې په پوهه کې نه ترې ړومبي مخکې شوي ول او نه ورته راتلونکي لاسرسى مومي. . . . ” (١/١٩٩)

 

پینځمه برخه

 

حضرت علي (كرم الله 

د انبياوو او اديانو له نظره

 

 

د قرآني آيتونو او نبوي احاديثو په رڼا کې مو د حضرت علي (ك) وپېژنده؛ اوس د تېرو پېغمبرانو او اديانو له نظره يې پر وګړه ځان پوهوو.

 

د حضرت بابا آدم علیه السلام توسل

له جنته د حضرت آدم علیه السلام او بي بي حوا شړل كېدل د قرآن له مهمو كيسو ده او داسې څوك به نه وي، چې په دې باب معلومات ونلري. حضرت آدم او بي بي حوا چې له جنته وشړل شول او ځمكې ته هستوګنې ته راولېږدول شول؛ نو حضرت آدم علیه السلام په كلونو كلونو وژړل، چې څښتن يې وبښي، تردې چې پر حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم، حضرت علي کرم الله وجهه، حضرت فاطمې بي بي، امام حسن او امام حسين ته يې توسل وكړ او توبه يې ومنل شوه.

د ” فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ” آيت هم دې موضوع ته اشاره كوي[534]. په دې باب روايتونو ته پام وكړئ:

له حضرت عبدالله بن عباس څخه روايت دى، چې و يې ويل: حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د هغو ټکيو په هکله وپوښتل شو، چې څښتن پرې حضرت آدم علیه السلام وبښه. حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم ورته وويل:(( له لوى څښتنه يې د محمد، علي، فاطمه، حسن او حسين په جات بښنه و غوښته او څښتن هم د هغه له ګناه تېر شو او ويې بښه. [535]))

په دې اړه يو بل روايت:

پاک نبي (ص) وويل:((څښتن تعالى چې حضرت آدم پيدا كړ او خپل روح يې پکې ورپو کړ؛ نو آدم د عرش ښي اړخ ته پينځه نومونه وكتل، چې په سجدې او ركوع كې وو. حضرت بابا آدم علیه السلام پوښتنه وكړه:خدايه! زما تر پيدا كولو مخكې هم دې څوك، له خاورې پيداكړي دي؟ څښتن ورته وويل:نه! حضرت بابا آدم ورته وويل:((دا پينځه رڼاوې څوك دي، چې زما په بڼه دي؟ څښتن تعالى ورته وويل:دا پينځه تنه ستا له ځوځاته دي. كه دوى نه واى؛ نو ته به مې هم نه واى پيداكړى. ما له خپلو نومونو پر هغوى ايښې دي. كه دا پينځه تنه نه واى؛ نو نه به مې ځمكه پيدا كړى واى او نه اسمان، نه عرش او نه كرسۍ، نه جنت او نه دوزخ، نه پرښتې او انسانان او نه پيريان؛ نو زه يم “محمود” او دا “محمد” دى؛ زه يم “عالي” او دا “علي ” دى؛ زه يم ” فاطر ” او دا “فاطمه” ده؛ زه يم “احسان” او دا “حسن” او زه “محسن” يم او هغه “حسين” دى. پر خپل عزت او جلال مې قسم! د چاچې يوه ذره كينه ورسره وه؛ نو په دوزخ كې به يې واچوم. آدمه! دا پينځه تنه زما غوره دي، د هر چا نېكمرغي او بدمرغي له دوى سره په مينې او كينې پورې اړه لري. آدمه! له ما چې څه غواړې؛ نو د دوى په خاطر يې غواړه. [536] ))

د پېغمبرانو د بعثت لامل د حضرت محمد (ص) او حضرت علي ولايت دي

٭ اسود له حضرت عبدالله بن مسعود نه روايتوي:پېغمبر اکرم وويل: ((عبدالله! پرښته راغله او راته يې وويل:محمده!له خپل ځانه تر مخكې پېغمبرانو په هکله وپوښته، چې ولې مبعوث شوي ول؟ حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم وويل:و مې پوښتل چې څه ته مبعوث شوي وو؟ پرښتې وويل:ستا او د علي د ولايت لپاره. [537]))

 

حضرت علي د الهي پېغمبرانو په كتابونو

او ليكونو كې

١ _ په انجيل كې د حضرت علي نوم:

په پخوانيو سپېڅليوكتابونوكې د حضرت محمد بن عبدالله (ص) او حضرت علي کرم الله وجهه نومونه راغلي دي؛ خو د اسلام دښمنانو پر حقيقت پرده اچولې او نه غواړي خلكو ته دا حقيقت ښكاره شي(؛ خو لمر په ګوته نه پټېږي).

د ساري په توګه: انجيل[538] د حضرت محمد او حضرت علي په هکله د حضرت سليمان ناڅرګندې او په روستيوكې څرګندې خبرې راغلي چې وايي:((خلو محمد يم” (هغه زما دوست او محبوب؛ محمد دى)؛ خو هغه انجيلونه چې تر1800ميلادى كال روسته چاپ شوي، د “خلو محمديم) جمله ترې لرې شوې ده او همداسې د “ايليا” يا “ايلي” يا “اليا” ټکي په پخوانيو سپېڅليو كتابونو كې راغلي؛ خو د حق مخالفان غواړي، چې ووايي: لدغو ټكيو مطلب “څښتن” يا “الياس” يا “مسيح” يا “يوحنا” دى؛ نه حضرت علي؛ خو د يادونې وړ ده، چې ځينو باانصافه مسيحى روحانيانو هم بې له تعصبه د “ايليا” يا “ايلى” يا “اليا” په هکله څېړنې كړي او دا حقيقت يې بيان كړى، چې له هغوى Mr. J. B GALTDON وايي:

In the language of oldest and present habrew the word “ALLIA” or “AILLE” is not in the meanings of God or Alla but this word is showing that in next and last time of this world any one will become nominates allia or ailee

ژباړه: په پخوانۍ عبراني ژبه كې “ايليا” يا “ايلى” د څښتن يا الله لپاره ندي كارول شوى او نه كارول كېږي؛ بلكې دا ټکى راښيي، چې په آخره زمانه كې به يو سړى راځي چې نوم به يې “ايليا” يا “ايلى” وي. [539]

٢ _ د حضرت علي په هکله د حضرت داوود علیه السلام وړاندوينه:

په زبوركې د حضرت علي نوم د لمر غوندې ځلېږي. هغه مهال حضرت داود علیه السلام د حضرت علي د زوكړې په هکله پر جزياتو خبرې كړي دي؛ د “علي و پېغمبر ان” په كتاب كې د زبور له زړې نسخې، چې د شاماتو د مسيحيانو له ديني مشر “احسان الله دمشقى” وه، په لاندې توګه را اخلي.

((مطعنى شل قثو تينمر قث پاهينوا فى وز “ايلى” متازه امطغ ملغ شلو شمائت پزانان همنيقته خلذ وقث فل، “حدار” كمر توه شيهو پلت انى قاء بوتاه حزيماه رث جين “كعاباه” بنه اشو د كليامه كاذو قثوقتمر تى عندو بريما برينم فل خلذ ملغ خايوشتنى پم مغلينم عت جنحاريون)).

ژباړه: (( له هغه بزرګواره اطاعت واجب دى، چې نوم يې “ايلي” دى او په هغه پسې د دين او دنيا ټول كارونه سموي. هغه د ستر مقام خاوند ته “حدار” (حيدر) هم وايي. هغه د زمريو زمرى او د بېوزلېو لاس نيوونكى دى. زور او قدرت يې ډېر او زوكړه به يې په “كعابا” (كعبه) كې وي؛ نو پر ټولو واجب دي چې د مريانو غوندې، لاس پر سينه اطاعت يې وكړي؛ نو ټول غوږونه، عقلونه، زړونه او ماغزه دې پوه شي، تېر وخت بېرته نه راستنيږي. [540]))

۳-حضرت علي او حضرت سليمان علیه السلام

په لومړۍ نړيواله جګړه كې (1914م) چې د انګليس سرتېري د بيت المقدس په څوكيلومټرۍ كې د “اونتره” په وړوكي كلي كې د سنګر جوړولو په حال كې وو، د سپينو زرو تخته پيدا كړه، چې په سرو زرو پرې ليكل شوي وو او هغه يې خپل قومندان “ميجر اى ان ګريندل” ته يوړه؛ خو د هغه پرې سر خلاص نشو او یوازې دومره پوه شول، چې په پخوانۍ ژبه پرې كښل شوي دي. بالاخره دا تخته لاس په لاس شوه او د “برتانيا” د لښکر مشر (ګلدستون Gladistone ) ته ورسېده او هغه هم د بريتانيا لرغون پوهانوته وسپارله. له جګړې روسته (1918م) ددې تختې په هکله څېړنې پېل شوې، چې دې كار ته يې كوميټه جوړه كړه، چې د اروپايي هېوادونو لرغون پوهان او ژبپوهان پکې راټول شول او تر څو مياشتو څېړنو روسته د جنورۍ پر درېیم 1920م كال كې معلومه شوه، چې ددې تختې نوم د “سليمان تخته ” ده، چې په “عبراني” ژبه پرې لاندې ټکي ليكل شوي دي.

الله

احمد  ايلى

باهتول

حاسن  حاسين

ياه احمده! مقذا = احمده! ته راورسېږې.

يا ايلى! انصطاه = علي! ته مې مرستندوى شې.

ياه باهتول! كاشئ = بتول! د رحمت نظر راباندې وكړه.

يا حاسن! اضومظع = حسن! كرم وكړه.

يا حاسين! بارفو = حسين! ته مې خوشحاله كړې.

امو سليمن صوه عئخب زالهداد اقتا = دا سليمان اوس ددې پنځو تنو په نوم استغاثه كوي.

بذات الله كم ايلى = او علي د څښتن قدرت دى.

دا خبر چې دانګلستان ستر اسقف ((LORDBISHOP)) ته ورسېد؛ نو كوميټې ته يې پټ فرمان وليكه چې پکې راغلي:كه دا تخته مو په موزيم كې كېښووه او خلكو وليده؛ نو پخپلو لاسونو به مو د “مسيحيت” قبر ايستلاى وي او پر خپلو اوږو به مو د مسيحيت جنازه د تاريخ په هديره كې ښخه كړې وي؛ نو ښه به داوي، چې د انګلستان په كليسا كې په پټو اسنادو كې كېښوول شي او څوك ترې خبر نشي [541].

۴-حضرت علي او د حضرت نوح علیه السلام بېړۍ

د 1951م كال په جنورۍ كې روسي كان پوهان د كان په لټه كې وو، چې ناڅاپه يې سترګې پر څو ورستو شويو تختو ولګېدې. . . . پوه شول، چې غېر عادي او تاريخي تخته ده. . . چې پکې مستطيلي ډوله تخته هم وه، چې ټول يې هک پک كړل؛ ځكه د وخت په تېريدو تختې ورستې شوې وې؛ خو دا تخته چې څوارلس انچه اوږده او لس انچه پلنه وه او څه پرې ليكل شوې وو، چې پرې نه پوهېدل. ددې تختې په هکله د څېړنو لپاره د 1953م كال د فبرورى پر 27مه كوميټه جوړه شوه (دكتاب مولف دكوميټې د غړيو نومونه هم راوړي دي)، چې بالاخره تر اتو مياشتو څېړنو روسته معلومه شوه، چې پردې تخته مدد او مرستې ته څه ليكل شوي وو، چې بيا پر بېړۍ ځړول شوې وه چې موږ هم د هغه د ليكنو انځور لوستونكيو ته راوړى دى. نوموړې كوميټې تر اتو مياشتو څيړنو او زيارونو روسته وكولاى شول، چې دا ليكنې پر روسي ژبه واړوي، چې بيا بريتانوي لرغونپوهانو پر انګليسى وژباړلې چې لولو يې:

O my God , my helper. Keep my hand with mercy and with your holybodies:Mohamad ,Alia , shabbar , fatema. They all are biggests and houourables. The world established for them. Help me by their names. you can reform to right.

ژباړه: زما خدايه! زما مرستندويه! پخپل رحمت او پېروز او د “محمد”، “ايليا”، “شبر”، “شبير” او “فاطمې” په خاطر مې لاس ونيسه. دا پينځه تنه تر ټولو د ستر مقام خاوندان او د احترام وړ دي او ټوله نړۍ د دوى لپاره جوړه شوې ده. زما څښتنه! د دوى په جات مې مرسته وكړې؛ ځكه یوازې ته كولاى شې خلك نېغې لارې ته ښیون كړې.

انګليسى ژباړه يې د لندن په Star of Britinia ورځپاڼه كې د 1954كال په جنورۍ كې راغلى ده[542].

۵-حضرت موسى علیه السلام او د حضرت علي شهادت

ارواښاد علامه مجلسي[543] ليكي:”ابن بايويه” له امام محمد باقر نه په معتبر سن روايت كړى، چې د يهودو له عالمانو يو تن حضرت علي ته راغى اود ځينو مثالو په هکله يي وپوښته چې ځينې يې داسې وې:ستاسې د پېغمبر وصي به څو كاله ژوند كوي؟ حضرت علي ورته وويل: 30كاله. بيا يې پوښتنه وكړه: هغه به پر خپل مرګ مري كه وژني به يې؟حضرت علي ورته وويل: هغه به وژل كېږي. پر سر به يې پر توره ووهي، چې وينه به يې ټوله ږيره سره كړي. يهودي ورته وويل: رښتيا دې وويل!پر څښتن قسم، څه چې دې وويل، ما د موسى علیه السلام په كتاب كې لوستي وو، چې هارون ليكلي وو.

۶-حضرت ابراهيم خليل الله علیه السلام او حضرت علي

حضرت جابر له امام صادق نه روايت كوي:څښتن تعالى چې حضرت ابراهيم ته ملكوت وښود؛ نو د عرش په څنګ كې رڼا وليده او له خدايه يې ددې رڼا پوښتنه وكړه:څښتن ورته وويل:((دا رڼا “محمد” دى، چې په مخلوقاتو كې مې غوره دى. )) بيا يې د هغې رڼا په هکله چې وپوښتل چې د “محمد” د رڼا په څنګ كې وه؛ ورته وويل شول چې هغه “علي بن ابيطالب” زما د دين مرستندوى دى. بيا يې د هغو دوو رڼاګانو په هکله پوښتنه وکړه، چې د دوى په څنګ كې وې؟ ورته وويل شول:هغه “فاطمه” ده، چې دوستان يې له اوره ژغورل شوي دي او هغه دوه يې ځامن “حسن” او “حسين” دي. بيا حضرت ابراهيم وويل: يو څو نورې رڼاګانې يې هم په څنګ كې وينم؟ ورته وويل شول:هغوى امامان دي، چې د علي او فاطمې له ځوځاته دي. حضرت ابراهيم وويل:خدايه!د هغو پينځه تنو په خاطر يې راوپېژنه. څښتن ورته وويل: لومړى يې علي بن الحسين، ورپسې يې زوى محمد، ورپسې يې زوى جعفر، ورپسې يې زوى محمد، ورپسې يې زوى علي، ورپسې يې زوى حسن او ورپسې د هغه زوى حجت مهدي دى[544].

حضرت ابراهيم له څښتنه وغوښتل، چې ما هم د هغوى له لارويانو كړى؛ لكه څنګه چې د الصافات د سورت د 83آيت په تفسير كې راغلي دي: ” و ان من شيعته لابراهيم” په رښتيا چې د هغوى له لارويانو ابراهيم هم دى[545].

۷-له حضرت علي سره د حضرت خضر دوستي

ستر محدث “اغمش” وايي: په مدينه منوره كې يوه توره ړنده مينځه وه، چې خلكو ته به يې اوبه وركولې او ويل يې:د حضرت علي بن ابيطالب د دوستۍ لپاره اوبه وڅښكئ. ومې ليده، چې سترګې يې خلاصې شوې او پرې يې ليدلاى شول او ويل يې:اوبه د هغه چا د دوستۍ په خاطر وڅښئ، چې په خاطر يې زما سترګې بينا شوې او اوس ليدلاى شم. اغمش وايي: پوښتنه مې ترې وكړه او راته يې وويل:يو سړى راغى او راته يې وويل: جاريه! ته هغه مينځه يې، چې له حضرت علي بن ابيطالب سره مينه لرې؟ ورته يې وويل: هو پخپله يم! و يې ويل:خدايه! كه دا مينځه له حضرت علي سره په دوستۍ كې رښتينې وي؛ نو سترګې يې روغې كړې. پر څښتن قسم پر همغه وخت مې پر سترګو رڼا شوه. پوښتنه مې ترې وكړه: ته څوك يې؟ راته يې وويل: زه خضر او د علي لاروى يم[546].

يادونه: حضرت خضر د يو شتمن زوى و؛ خو دا چې له علم او حكمت سره يې بى كچه مينه وه؛ نو همدا لار يې ونيوه او په پايله كې پېغمبرۍ ته هم ورسېد او د “ذوالقرنين” د قوم د لارښوونې دنده ورکړل شوه؛ “ذوالقرنين” هم په نړيوالو شرايطو پوه و او د خضر درناوى يې وكړ او بيا روسته حضرت موسى علیه السلام هم له خصر علیه السلام سره بلد شو او له هغه يې زده كړې تر لاسه كړې. حضرت خضر علیه السلام د حق تعالى په قدرت د ژوند اوبه وڅښلې او د همشېني عمر خاوند شو او ژوندى دى او كله هم له ورك شويو سره مرسته او لارښوونه هم كوي [547].

شپرمه برخه

د خلفاو رضى الله عنهم په ويناوو كې

د حضرت علي کرم الله وجهه فضايل

حضرت علي د حضرت ابوبكر(رض) له نظره

٭ حضرت ابوبكر (رض) وايي:څښتن او رسول يې رښتيا وويل؛ د څښتن رسول له غاره دباندې پر هغه شپه، چې مدينې ته د تګ اراده موكړې وه، وويل:(( زما او د علي لاس په عدالت او مساوات كې يو شان دى. [548]))

٭ ام المؤمنين عايشه وايي:پلار مې (حضرت ابوبكر ) ليده، چې ډېر د علي څېرې ته ګوري. ورته مې وويل: پلار جانه! ولې د علي څېرې ته ډېر ګورې؟ راته يې وويل: لورجانې!د څښتن له رسوله مې واورېدل چې: (( د علي څېرې ته كتل عبادت دى. [549]))

٭ له حضرت ابن عمر نه روايت دى، چې حضرت ابوبكر ويلي دي:د اهلبيتو په هکله د حضرت محمد عليه السلام د خبرو خيال ساتئ او په اهلبيتوكې يې درناوى وکړئ او اهلبيت يې مه ازاروئ[550].

٭ له حضرت حارث بن اعور نه روايت دى، چې يوه ورځ پېغمبر اکرم پخپلو يارانو كې ولاړ و، چې و يې ويل: ((هغه سړى درته وښيم، چې په علم كې د حضرت آدم علیه السلام، په پوهه كې د حضرت نوح علیه السلام او په حكمت كې د حضرت ابراهيم علیه السلام غوندې دى؟)) ډېر وخت لا تېر شوى نه و، چې حضرت ابوبكر وويل:دا سړى څومره نېكمرغه دى، چې له درېو پېغمبرانو سره دې برابر كړ؛ نو هغه څوك دى؟پېغمبر اکرم ورته وويل:((ابابكره! آيا هغه نه پېژنې؟)) حضرت ابوبكر وويل:څښتن او استازى يې ښه پوهېږي. پېغمبر اکرم وويل:((هغه “ابالحسن علي بن ابيطالب” دى. ))بيا حضرت ابوبكر وويل: وا وا ابالحسنه! ستا جوړه به پيدا نشي. [551].

٭ شعبي وويل: يوه ورځ حضرت ابوبكر ناست و، چې له ورايه يې پر حضرت علي يې سترګې ولګېدې او و يې وويل:كه څوك غواړي، چې تر ټولو د ستر مقام نوم او منزلت خاوند او تر ټولو پېغمبر (ص) ته نږدې ووينئ؛ نو دا هغه دى چې را روان دى. [552]

٭ له زيد بن علي بن الحسين نه روايت دى: له خپل پلار “علي بن الحسين” نه مې اورېدلي:له خپل پلار “حسين بن علي” مې اورېدلي: حضرت ابوبكر ته مې وويل:ابوبكره! تر رسول الله روسته تر ټولو غوره انسان څوك دى؟ راته يې وويل: ستا پلار. . . . . [553]

٭ له معقل بن سيار مزني روايت دى:له حضرت ابوبكر نه مې اورېدلي دي چې و يې ويل:علي بن ابيطالب د پېغمبر اکرم له اهلبيتو دى[554].

حضرت ابوبكر او حضرت علي د پېغمبر اکرم تر وفات روسته د هغه قبر ته ولاړل، چې حضرت علي حضرت ابوبكر ته وويل:مخكې شئ!حضرت ابوبكر ورته وويل: زه به كله هم تر هغه چا مخكې قدم وانه خلم، چې خپله مې له رسول الله، د هغه په هکله اورېدلي:((علي له ما سره هغه مقام او منزلت لري؛ لكه زه يې چې له څښتن سره لرم. [555]))

٭ له معقل ابن سيار مزني روايت دى:وا مې ورېدل، چې حضرت ابوبكر حضرت علي ته ويل:((عقدة رسول الله))؛ يعنې هغه چې د مسلمانانو له پېغمبر سره يې بيعت وكړ. [556]

٭ له حضرت قيس بن حازم نه روايت دى:حضرت ابوبكر له حضرت علي سره وكتل. حضرت ابوبكر د حضرت علي څېرې ته وكتل او په موسكا شو؛ حضرت علي ورته وويل: ولې موسكى شوې. حضرت ابوبكر وويل: له پېغمبر اکرم نه مې واورېدل چې و يې ويل:(( هغه به له پُل صراطه تېرېږي، چې علي ورته اجازه وركړى وي. [557]))

٭ حضرت ابوبكر پر منبر وويل:ما پريږدئ! ما پريږدئ! علي چې وي؛ نو زه په تاسې كې غوره نه يم[558].

د اسلام د لومړي خلیفه؛ حضرت ابوبکر (رض)

ستر سلاکار

رياض النضره[559] له ابن سمان روايتوي، چې وايي: د رسول اکرم تر مړينې روسته ځينې مرتد شول او د زکات له ورکولو يې سرغړونه وکړه، حضرت ابوبکر له اصحابو سره سلا مشوره وکړه؛ هر چا يوه خبره وکړه، چې علي ته يې وويل: ابالحسنه! ته پکې څه وايې؟ علي وويل: که څه ترې رسول اکرم اخستل او تا ورته پرېښوول؛ نو د هغه له سنتو سره دې مخالفت کړى دى. ابوبکر ورته وويل: ته چې وايې؛ نو ورسره به وجنګېږم که ان د يو پړي لپاره هم وي.

عبدالله بن عمر وويل: څو تنه يهود حضرت ابوبکر ته راغلل او ورته يې وويل: د ملګري کيسه دې وکړه، چې څنګه سړى و. ابوبکر په ځواب کې ورته وويل:ددې دوو ګوتو په څېر يو ځاى زه ورسره په غار کې وم او ورسره د حرا غار ته ولاړم حال داچې زما وړه ګوته يې په لاس کې وه؛ خو رښتيا خبره داده، چې حديث نقلول ترې سخت دي؛ نو تاسې ابي الحسن علي بن ابيطالب ته ورشئ؛ نو علي ته ورغلل او هغه ته يې وويل: د تره زوى دې څنګه سړى و؟ حضرت علي ورته وويل: نه اوږد و او نه لنډ و او له تنې لږ اوږد و؛ سپين سور بخن مخ يې درلود؛ وېښتان يې غونج او ډېر اوږده نه ول او د غوږ تر نرمۍ رارسېدل؛ تندى يې لوى او سترګې يې تورې او غټې وې، له سينې تر نامه يې پر سينه نرۍ کرښه وېښتان وو او د بدن پر بل ځاى يې وېښتان نه درلودل، غاښونه يې ځلېدل، پوزه يې لوړه او د پوزې سوري يې واړه وو او ورمېږ يې د نقرې د لوښي په څېر ځلېده، پښې او لاسونه يې غوښين او غټ وو او پر لار به چې تله ته وا له پورته راکوزېږي او چاته يا چېرې يې چې کتل؛ نو ټول بدن او مخ يې وراړوه؛ له ځايه به چې پاڅېد؛ نو خلک به يې بېسده کړل او چې به ناست؛ نو ټول به يې تر دبدبې لاندې وو او خبرې به يې چې کولې؛ نو ساه ګانې به بندې شوې او چې وينا به يې کوله؛ نو ټول به ورته پر ژړا وو، پر خلکو تر ټولو مهربانه و، د پلار مړيو مهربانه پلار او د بېوزليو ډاډمن ملاتړ و؛ تر ټولو مېړنى، سخي او ښکلى و، خواړه يې روټه، ښوروا يې شيدې، بالښت يې د کجورو له پاڼو، تخت يې د ام غيلان له لرګي و، چې په منځ کې يې د کجورې پاڼې وې؛ دوه پګړۍ يې درلودې، چې د يوې نوم يې سحاب او د بلې عقاب و، بيرغ يې غراء، اوښ يې غضباء، کچره يې دلدل، خر يې يغفور، اس يې مرتجز، ګډ يې برکت، کوړه يې ممشوش او لښکر يې لواء محمد نومېده. په خپله به يې د اس په پښو کې نعلونه لګول، واښه او اوبه به يې ورکولې. خپلې جامې يې په خپله پېوندلې او پڼې يې په خپله ګنډلې[560].

 

حضرت علي د حضرت عمر (رض) له نظره

٭ له حضرت عمر (رض) نه روايت دى، چې و يې ويل: زه، ابوبكر، ابوعبيده او ځينې نور ناست وو، چې پېغمبر(ص)علي پر شا وواهه او و يې ويل:((علي! ته په ايمان راوړلوكې تر ټولو ړومبى يې او ته ما ته داسې يې؛ لكه هارون چې موسى ته و. [561]))

٭ عمار دهني له سالم بن ابي جعفر نه روايت كوي:حضرت عمر بن خطاب ته وويل شول: ته چې له علي سره ښه چلن كوې؛ ولې يې د پېغمبر اکرم له نورو اصحابو کرامو سره نكوې؟حضرت عمر ورته وويل:په رښتيا چې علي زما مولى دى[562].

٭ له حضرت عمر بن خطاب ( رض ) نه روايت دى:د څښتن استازي (ص)، علي (د مسلمانانو) مشر وټاكه او و يې ويل:(( د چاچې زه مولى يم؛ نو علي يې هم مولى دى؛ خدايه! د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست اوسه او هغه ذليل كړې، چې علي ذليلوي او له هغه سره مرسته وكړې چې له علي سره مرسته كوي. خدايه! ته پر هغوى زما ګواه يې. ))

 ٭ حضرت عمر (رض ) وويل: زما په څنګ كې يو خوږبويه او ښايسته ځوان و چې و يې ويل: عمره! په رښتيا چې د څښتن رسول يو بيعت تر سره كړ، چې بې له منافقه يې څوك نه ماتوي. حضرت عمر وويل: رسول الله ته مې وويل: د څښتن استازيه!د حضرت علي په هکله چې دې خبرې كولې؛ نو يو ښايسته او خوږبويه ځوان مې په څنګ كې ودرېداو داسې او هغسې يې راته يې وويل: حضرت محمد (ص ) وويل:(( هو عمره! هغه بنيادم نه و؛ بلكې حضرت جبرائيل و او غوښتل يې، چې پر هغه څه ټينګار وکړي چې ما د علي په هکله ويلي دي. [563]))

٭ عمار دهني له ابي فاخته روايت كوي:حضرت عمر ناست و، چې حضرت علي راغى. حضرت عمر چې حضرت علي وليد؛ نو ولړزيد او په تواضع يې حضرت علي ته د ناستې ځاى پرېښود. علي چې پاڅېد؛ نو يو سړي حضرت عمر ته وويل:امير المؤمنينه! ته چې له علي سره ښه سلوك کوې؛ نو ولې يې د پېغمبر له بل كوم صحابي سره نکوې؟ حضرت عمر ورته وويل: ما له هغه سره څرنګه سلوك كړې؟سړي ورته وويل:ومې ليدل چې حضرت علي راغى؛ ورته دې وكتل، ولړزېدى او په عاجزۍ دې ورته دناستې ځاى پرېښود. حضرت عمر ورته وويل:كوم كار به ما لدې منع كړي؛ پر څښتن قسم، هغه زما او د ټولو مؤمنينو مولى دى[564].

٭ حضرت عمر بن خطاب وايي:حضرت علي ته درې ځانګړنې وركړل شوې؛ كه يوه يې هم ما لرلاى؛ نو د سرو وېښتانو د اوښانو تر لرلو به راته ډېر ښه واى. پوښتنه ترې وشوه، چې هغه كومې دي؟ و يې ويل: د پېغمبر اکرم له لور سره واده. په جومات كې پاتې كېدل، چې بل چاته روا نه وو او د خېبر د جګړې پر ورځ د بېرغ اخستل. [565]

٭ له حضرت ابن عباس څخه روايت دى:زه او عمر بن خطاب د مدينې په كوڅه كې روان وو، چې حضرت عمر راته وويل:د عباس زويه! پر څښتن قسم چې د څښتن له رسوله مې واورېدل، چې علي بن ابيطالب ته يې وويل: (( چاچې له تا سره دوستي كړې وي؛ نو له ما سره به يې كړې وي او چاچې له ما سره دوستي كړې وي؛ نو له څښتن سره به يې كړې وي او چاچې له څښتن سره دوستي كړې وي؛ نو څښتن به يې جنتي كړي. [566]))

٭ عبدالله بن ضبيعه عبدي له خپل پلاره روايت كړى:دوه سړي حضرت عمر بن خطاب ته راغلل او ترې يې د وينځې د طلاق پوښتنه وكړه؛ نوحضرت عمر ورسره جومات راغى. يوه ډله په جومات كې ناسته وه، چې اصلع ( هغه چا ته وايي چې د تندي وېښتان يې توۍ شوي وي چې حضرت علي همداسې و ) هم پکې ناست و او حضرت عمر ترې پوښتنه وكړه:د وينځې د طلاق په هکله څه نظر لرې؟بيا هغه سړي سر راپورته كړ او دوه ګوتې يې حضرت عمر ته وښوولى(عمر يې پر مطلب پوه شو) او و يې ويل: دوه طلاقه دي. په همدى وخت كې يو له هغو سړيو و ويل: سبحان الله! ته زموږ خليفه يې او موږ تا ته راغلو او ته دې سړي ته راغلې او له هغه دې وپوښتل او دا، چې تاته يي پر اشاره ځواب دركړ؛ له هغه راضي يې؟حضرت عمر بن خطاب هغوى ته وويل: نه پوهېږئ چې هغه څوك دى؟ و يې ويل: نه! حضرت عمر ورته وويل: هغه حضرت علي بن ابيطالب دى او زه شهادت وركوم، چې د څښتن له رسوله مې واورېدل چې و يې ويل:(( كه ځمكې او اسمانونه د تلې په يوه خوا كې كيږدئ او د حضرت علي ايمان په بله كې؛ نو د حضرت علي ايمان به ترې دروند وي. [567]))

٭حضرت عمربن خطاب (رض) وايي:ښځې لدې عاجزې دي، چې د علي غوندې زوى وزېږوي[568].

٭ حضرت عبدالله بن عباس وايي، چې له حضرت عمر بن خطاب نه مې واورېدل چې و يې ويل:په علي پسې له بدو ردو ويلو ډډه وكړئ، چې پخپله مې له پېغمبر (ص) نه د هغه په هکله داسې فضايل اورېدلي، چې كه يو يې هم د خطاب كورنۍ درلوداى؛ نو تر ټولو هغه څيزونو به راته ښه واى، چې لمر پرې لږي [569].

٭ حضرت عمر بن خطاب ( رض ) وايي چې پېغمبر اکرم وويل: (( چا د علي غوندې فضيلت تر لاس نه کړ، چې خپل ملګرى ته لار وښيي او له بې لارۍ يې وژغوري. [570]))

٭ يوه ډله راويان چې حضرت عمربن خطاب هم پکې دى، له پېغمبر اکرم نه روايت كوي:(( د علي څېرې ته كتل عبادت دى. [571]))

٭ له سويد بن تحفله روايت دى:عمر يو تن وليد، چې له حضرت علي سره يې کينه ښوده. عمر ورته وويل:ګومان كوم، چې منافق يې؛ ځكه له رسول الله مې واورېدل:((علي ما ته داسې دى؛ لكه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي. [572]))

٭ له حضرت ابوهريره روايت دى، چې عمر بن خطاب وويل:

د څښتن استازي (ص) وويل: ((د چاچې زه مولى يم؛ نو علي يې هم مولى دى. [573]))

 ٭ حضرت عمر بن خطاب ( رض ) وايي:علي په قضاوت كې تر موږ ټولو غوره دى [574].

٭ حضرت عمر بن خطاب له پېغمبر اکرم نه روايت كوي:(( د قيامت پر ورځ هر سبب او نسب شلېږي؛ خو زما له سبب او نسب پرته. دبنيادم د ټولو نسب د هغوى پلار ته رسي؛ خو د فاطمې له زامنو پرته، چې زه يې پلار يم. [575]))

٭ حضرت عمربن خطاب (رض) وايي:علي چې په جومات كې وي؛ نو څوك د فتوى وركولو حق نلري [576].

٭ حضرت عمر بن خطاب (حضرت علي ته) وويل:د ابوطالب زويه! ته د علم بنسټ يې او تل دې شبهې له منځه وړي دي [577].

٭ حضرت عمر بن خطاب ( رض ) وايي:د حضرت علي تر مرګ روسته دې څښتن ما هم ژوندى نه پاتې كوي (؛ يعنې څښتن مې دې بې علي نه کړي [578]).

٭ حضرت عمر بن خطاب به په بېلابېلو ځايونوكې ويل:كه علي نه واى؛ نو عمر به هلاك شوى واى.

٭ حضرت سعيد ابن مسيب وايي:له حضرت عمر نه مې واورېدل:له څښتنه د هغې ستونزې پناه غواړم، چې هوارونکى يې”علي” زما په څنګ كې نه وي. [579]

٭ حضرت عمر بن خطاب وويل:خدايه!سخت كارونه راباندې مه راږده؛ خو دا چې ابوالحسن (علي ) راسره په څنګ كې وي[580].

٭ له حضرت ابن عباس څخه روايت دى:يوه شپه زه او عمر د سفر انډيوالان وو چې عمر پر غاتره او زه پر اس سپور وم، يو آيت ولوستل شو، چې د علي په هکله و؛ نو حضرت عمر بن خطاب وويل: د عبدالمطلب زامنو! پردې خبره ځان ښه پوه كړئ، چې علي په تاسو كې غوره دى او هغه تر ما او له ابوبكره هم (د خلافت د چارو سمبالولو ته) غوره دى. پر څښتن قسم چې هېڅ كار، بې اجازې يې نکوم او يوكار مې هم بې له هغه سر ته ندى رسولاى [581].

 ٭ حافظ دارقطني له حضرت عمر بن خطاب نه روايت كوي، چې دوه تنه د شخړې هواري ته هغه (حضرت عمر بن خطاب) ته راغلل؛ نو حضرت عمر حضرت علي ته وويل: شخړه يې هواره كړه. يو له هغوى (اعرابي) وويل: دا سړى به زموږ په منځ كې قضاوت كوي؟! حضرت عمر سړى له ګرېوانه ونيو او و يې ويل:غرق شې! ته څه پوهېږې، چې هغه څوك دى؟ هغه زما مولى دى او د چاچې مولى نه وي؛ نو مؤمن ندى[582].

 ٭ حضرت عمير بن بشر وايي:حضرت عمر (بن خطاب) وويل: څښتن چې پر محمد عليه السلام څه نازل كړي؛ نو علي پرې تر ټولو پوه دى[583].

٭ حضرت عمر (رض) د غدير پر ورځ وويل:مبارك دې شه د ابوطالب زويه! چې د ټولو مؤمنو او د مؤمنو ښځو مولى شوې[584].

٭ حضرت عمر (رض ) وويل:شهادت وركوم، چې د څښتن له استازي مې اورېدلي:(( كه اووه اسمانونه د تلې په يوه پله كې او د علي ايمان په بله كې كېږدئ؛ نو د علي ايمان به ترې دروند وي. [585]))

٭ حضرت ابن عباس وايي:له حضرت عمر نه مې واورېدل:د څښتن استازي وويل: (( علي! ته لومړى مسلمان او لومړى مؤمن يې. [586]))

٭ حضرت عمر بن الخطاب (رض ) په مرفوع حديث كې له رسول الله روايت كړى:(( كه خلك د علي پر دوستۍ راټول شوي واى؛ نو څښتن به دوزخ نه واى پيدا كړى. [587]))

٭له عمرو بن سيمون نه روايت دى: عمر چې شپږ تنه خلافت ته معرفي كړل؛ نو هغوى پاڅېدل، عمر ورته وكتل او ورته يې وويل: كه دخلافت چارې اجيلح ته وسپارئ؛ نو مسلمانان به ښه رهبري كړي [588].

اجيلح؛ يعنى اصلع؛ يعنې هغه چې د تندي وېښتان يې توۍ شوي وي، چې حضرت علي ته اشاره ده.

٭ ابن ابي الحديد د حضرت ابن عباس او حضرت عمر بن خطاب د خبرو اترو قيصه رانقلوي چې په هغه كې حضرت عمر اعتراف كړى او وايي:(( هو! رسول الله د ناروغۍ پر مهال غوښتل، چې د حضرت علي په نوم ټينګار وكړي ( او ويې ليكي)؛ خو ما پرېنښود. )) بيا ابن ابي الحديد وايي: دا قيصه احمد بن ابي طاهر د د بغداد تاريخ د ليكوال په سند رانقل كړې ده[589].

حضرت عمر بن خطاب وويل:الحمدالله!چې په دې امت كې داسې څوك (حضرت علي بن ابيطالب) شته، چې كه موږ په كږه ولاړ شو؛ نو نېغې ته به مو را سم كړي[590].

٭ حضرت عمر بن خطاب د خپل خلافت پر مهال حج ته ولاړ، د طواف كولو پر وخت يې سترګې پر يو ځوان ولګېدې، چې د مخ يو اړخ يې تور او سترګه يې سره او له وينې ډكه ده. حضرت عمر ورته غږ كړ او و يې ويل: ځوانه چا وهلې يې؟ ورته يې وويل:علي. حضرت عمر وويل: لږ ودرېږه، چې علي راشي. په همدې وخت كې حضرت علي راورسېد. حضرت عمر ورته وويل: علي!دا ځوان تا وهلى؟علي ورته وويل: هو! عمر ورته وويل:ولې؟ علي وويل:د خلكو ناموس ته يې كتل. عمر وويل:ځوانه! لعنت دې پر تا وي! پاڅه ولاړ شه! په رښتيا چې ته د څښتن سترګې ليدلى يې او د څښتن لاس وهلى يې [591].

د اسلام د دویم خلیفه؛ حضرت عمر (رض)

ستر سلا کار

صحيح ابي داود[592] په خپل سند له ظبيان له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي: يوه لېونۍ ښځه يې حضرت عمر ته راوسته، چې زنا يې کړې وه، چې له اصحابو سره تر سلا مشورې روسته پايله د سنګسار حکم شو او حکم پلي کولو ته يې، چې وړه؛ نو حضرت علي راغى، و يې پوښتل: دې ښځې څه کړي؟ورته وويل شول: دا ښځه لېونۍ، د پلاني ټبر ده او زنا يې کړې او حضرت عمر يې د سنګسار حکم کړى دى. حضرت علي وويل: هغه بېرته بوځئ او عمر ته يې وويل: عمره؛ مګر خبر نه يې چې پر دې خلکو تکليف نشته؟١_ لېونى، چې ښه شي. ٢_ويده، چې ويښ شي. ٣_ماشوم، چې بالغ شي. حضرت عمر ورته وويل: هو! علي: نو ولې يې سنګساروې؟ علي ښځه پرېښووه او عمر څو ځل تکبير ووايه.

امام انس بن مالک[593] په خپل سند له ثور بن زيد ديلمي روايتوي، چې حضرت عمر بن خطاب د خلکو د شراب څښکلو په اړه مشوره وکړه، چې علي بن ابيطالب ورته وويل: زما فتوا داده، چې بايد اتيا کوړې وخوري؛ ځکه چې شراب وڅښي؛ نو مست شي؛ نو چې مست شي؛ نو چټيات وايي او چې چټيات يې وويل؛ نو تورونه لګوي. حضرت عمر ورسره ومنله او تر هغه روسته به يې شرابخواران اتيا کوړې وهل.

مستدرک الصحيحين[594] په خپل سند له وبره کلبي روايتوي، چې وايي: خالد بن وليد د خپل ماموريت له ځايه حضرت عمر ته راولېږلم او مدينې ته، چې راغلم؛ نو حضرت عمر په جومات کې له عثمان بن عفان، علي، عبدالرحمان بن عوف، طلحة او زبېر (رضى الله عنهم) سره و. ورته مې وويل: خالد بن وليد درباندې تر سلام روسته وايي: خلکو شرابو ته مخه کړې او له هېڅ هم نه وېرېږي. حضرت عمر وويل: دا د رسول اکرم اصحاب دي؛ نو له دوى وپوښته، چې څه وايي؟ علي وويل: د شرابخور حد اتيا کوړې دى. خپل ملګري ته دې ووايه، چې شرابخور پر اتيا کوړو ووهي.

حضرت ابوسعيد خدري وايي: يو کال له حضرت عمر سره حج ته تللى وم، طواف يې، چې کاوه؛ نود حجر الاسود مخ ته ودرېد او و يې ويل:خبر يم چې ته هېڅ ګټه او تاوان نه لرې او که رسول اکرم نه وې ښکل کړى؛ نو ما به هم نه وې ښکل کړى. حضرت علي هم هلته و، چې و يې ويل: عمره داسې هم نه ده، چې ګومان کوې، دا تيږه له نورو تيږو سره توپير لري او دا تيږه ګټه او تاوان لري؛ ځکه ما د خداى له استازي واورېدل، چې و يې ويل: د قيامت پر ورځ به دا تيږه راوړي او پرېکنده به د هغوى په ګټه شهادت ورکړي، چې موحد وي او دا تيږه يې استلام کړې وي. حضرت عمر وويل: پناه غواړم له خدايه، چې په داسې خلکو کې ژوند وکړم، چې ابالحسن پکې نه وي[595].

حضرت عمر وويل:ابالحسنه ژوندى دې نه يم په هغه قوم کې، چې ته پکې نه يې[596].

مستدرک الصحيحين[597] په خپل سندله حضرت سعيد بن مسيب روايتوي، چې وايي: حضرت عمر خلک راټول کړل، چې د تارخ د مبداء په اړه ورسره سلا مشوره وکړي. حضرت علي وويل: له مکې څخه مدينې ته د رسول اکرم هجرت د تاريخ مبداء کړئ؛ ځکه دا هغه ورځ ده، چې رسول اکرم د شرک سيمه پرېښووه. حضرت عمر يې پرنظر عمل وکړ.

يو سړى حضرت عمر ته راغى او ورته يې وويل:ما خپلې مېرمن ته وويل: واګې دې خپلې دي _البته دا يو کنايي تعبير دى او واقعي مانا يې مطلب نه ده _ آيا دا تعبير طلاق دى که نه؟ حضرت عمر ورته وويل: د حج په موسم کې راشه. نو چې د حج په موسم کې راغى او کيسه يې بيا ورته وکړه؛ حضرت عمر ورته وويل: هغه اصلع _ هغه چې پر تندي وېښتان نه لري _ سړى وينې؟ ورشه او ويې پوښته، چې ورغى، هغه علي بن ابيطالب و؛ نو و يې پوښتل: چا رالېږلى يې؟ ورته يې وويل: عمر بن خطاب. علي ورته وويل: پر دې کور قسم وخوره، چې پر هغه دې له هغې خبرې مراد د ښځې طلاق نه و. سړى مخ په قبله ودرېد او و يې ويل: سړي قسم وخوړ، چې له طلاق پرته مې بل مطلب نه درلود. علي ورته وويل: ښځه دې طلاقه ده[598].

يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوړه، چې شپږمياشتنى ماشوم يې زيږولى و؛ نو حضرت عمر حکم وکړ، چې سنګسار يې کړئ. حضرت علي خبر شو، و يې ويل: نه! دا حکم غلط دى، سنګسار دې نشي، حضرت عمر، چې واورېدل، علي يې حکم رد کړى؛ و يې پوښته: څنګه کېداى شي د ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وشي. علي ورته وويل: د قرآن له دې دوو آيتونو جوتېږي، چې د حمل تر ټولو لږه موده شپږ مياشتې دي: ( حمله و فصاله ثلاثون شهراً ) او بل ( والوالدات يرضعن اولادهن حولين کاملين لمن ارادان يتم الرضاعة ) آيتونه دي؛ ځکه ړومبي آيت د حمل او شيدو ورکولو موده دېرش مياشتې ښوولي او دويمي ايت ويلي: که د مور خوښه وي؛ نو څلرويشت مياشتې شيدې ورکولاى شي؛ نو پردې بنسټ د حمل لږ تر لږه موده شپږ مياشتې ده. عمر چې دا واورېدل؛ نو ښځه يې پرېښووه او و يې ويل: ((لو لا على لهلک عمر؛ يعنې که علي نه و؛ نو عمر به هلاک شوى و [599])

د ښځې خور علي ته راغله او ورته يې وويل: عمر غواړي خور مې سنګسار کړي؛ نو پر خداى مو قسم، که څه چاره وي، چې خور مې پرې خلاصه کړم. علي ورته وويل:خور دې معذوره ده. هغې ښځې داسې پر لوړ غږ تکبير ووايه، چې په شاوخوا کې ټولو او ان حضرت عمر هم واورېد. ښځه حضرت عمر ته ورنږدې شوه او ورته يې وويل: علي وايي: خور دې معذوره ده. عمر هم په علي پسې څوک ولېږه، چې عذر يې څه دى. علي ورته وويل: خداى په قرآن کې وايي[600]. . . . .

حضرت عمر ويلي: که علي نه و؛ نو عمر به هلاک و[601].

ابن سعد[602] په خپل سند له سعيد بن مسيب روايتوي، چې يوه ورځ حضرت عمر بن خطاب اصحابو ته راغى او ورته يې وويل: ما ته په يو کار کې لارښوونه وکړئ، چې کړى مې دى او فتوا مو راکړئ. پوښتنه وشوه: اميرالمؤمنينه! څه کار مو کړى دى؟ و يې ويل: سره له دې، چې روژه وم؛ له خپلې وينځې سره مې کوروالى وکړ. ټول چوپ شول. حضرت عمر وويل: يابن ابيطالب! ته پکې څه وايې؟ ورته يې وويل: حلال کار دې کړى؛ يوه ورځ له يوې ورځې سره؛ يعنې نن دې روژه باطله او پرځاى يې بله ونيسه. حضرت عمر وويل: ستا فتوا تر ټولو غوره ده.

ابن سعد[603] په خپل سند له له ابي امامة بن سهل ابن حنيف روايتوي، چې وايي: روسته تر دې، چې حضرت عمر د خلافت پر کرسۍ کېناست؛ نو د څه مودې لپاره يې له بيت الماله ګټه نه اخسته او ددې لپاره ما ورسره ځانګړى چلن درلود؛ نو يو څوک يې د رسول اکرم په اصحابو پسې ولېږه، چې راټول يې کړل او د هغوى پر نظر يې هم ځان پوه کړ، چې حضرت عثمان ورته وويل: څومره چې دې خوښه وي، وخوره او څومره، چې دې خوښه وي، و يې بښه. حضرت سعيد بن زيد بن عمرو بن عقيل هم همدا نظر ورکړ. حضرت عمر وويل: علي! ته څه وايې؟ ورته يې وويل: ته يوه سهارنۍ او يو ماښامنى له بېت الماله ګټه اخستى شې. حضرت عمر د علي خبره پلي کړه.

ابن سعد[604] په خپل سند له سعيد بن مسيب روايتوي، چې وايي: حضرت عمر به تل ويل: پناه غواړم له خدايه له هغې ستونزې، چې ابوالحسن علي مې تر څنګ نه وي.

 شرح معاني لاثار[605] په خپل سند له ابي عبدالرحمن سلمي له علي روايتوي، چې د شام ځينو خلکو شراب وڅښکل او هغه مهال يې والي د معاويه بن ابوسفيان رور يزيد بن ابوسفيان و؛ نو چې يې ونيول، و يې ويل: شراب حلال دي او د ( ليس على الذين آمنوا و عملوا الصالحات جناح فيما طعموا ) پر آيت يې استدلال وکړ. يزيد دا خبره عمر ته وليکله. عمر ورته په ځواب کې وليکل:چې دې څو کسانو ټول چاپېريال نه وي لړلى؛ نو ژر تر ژره يې مدينې ته راولېږه، مدينې ته يې، چې راوستل؛ نو په اړه يې حضرت عمر له نورو اصحابو سره سلا مشوره وکړه. ټولو ورته وويل: اميرالمؤمنينه! ددې لپاره چې پر خداى يې دروغ تړلي او په دين کې يې تشريع کړې؛ نو له ټولو ورمېږونه غوڅ کړه. په دې ټولو خبرو کې علي چوپ و. حضرت عمر وويل: علي ستا نظر څه دى؟ و يې ويل: زمانظر دادى، چې پر دوى توبه وباسې؛ نو که توبه يې وکړه؛ نو هر يو اتيا کوړې ووهه؛ ځکه مسلمانان شوي او پخوا يې په خپله مسلمانۍ کې شراب خوړلي او که توبه يې ونه کړه _ که همداسې يې پر خپل ارتداد ټينګاره کاوه _نو ورمېږونه ترې غوڅ کړه؛ ځکه مرتد دي، پر خداى يې دروغ تړلي او بې له دې، چې د خداى له کتابه څه راوړي، په دين کې يې تشريع کړې ده. حضرت عمر د حضرت علي فتوا پلي کړه؛ هغوى توبه وکړه او بيا يې اتيا اتيا کوړې ووهل[606].

سيوطي په درالمنثور کې د آل عمران سورت د ( فاما الذين فى قلوبهم زيغ فيتبعون ما تشابه منه ابتغاء الفتنة و ابتغاء تاويله ) تر آيت لاندې د محب ( نصر ) له کتاب له حضرت ابي هريرة روايتوي، چې وايي: له حضرت عمر بن خطاب سره ناست وو، چې يو سړى راغى او و يې پوښتل: قرآن مخلوق دى او که غير مخلوق. حضرت عمر ددې پوښتنې په اورېدو سخت حيران شو، جامې يې راټولې کړې او پوښتونکى يې علي ته بوت، ورته يې وويل: ابالحسنه! خبر يې چې دا سړى څه وايي؟ و يې ويل: څه وايي؟ حضرت عمر: راغلى او پوښتي، چې قرآن مخلوق دى که غير مخلوق؟ علي وويل: دا هغه ټکى دى، چې ورپسې به يوه ثمره وي او که د چارو واکې زما په لاس کې وې؛ نو ورمېږ به مې ترې غوڅ کړى و.

کنزالعمال[607] له حضرت انس بن مالک روايتوي، چې يو بيدياني سړي د اوښانو رمه راوړې وه، چې و يې پلوري، حضرت عمر خبر شو، سړي ته راغى، چې يو ځاى ورسره ټول ترې وپېري؛ نو بېل بېل اوښ يې په لغته واهه، چې پاڅي، چې پوه شي روغ دى که نه. اعرابي ورته سپکې سپورې وکړې او و يې ويل: اوښان مې پر خپل حال پرېږده؛ خو سپکو سپورو يې مخه ونشوه نيولاى او روسته تر دې، چې ټول يې روغ وموندل؛ نو ټول يې يو ځاى واخستل او پلورونکي ته يې وويل: اوښان رامخکې کړه او راځه چې بيه يې درکړم. اعرابي ورته وويل: صبر وکړه، چې پړي او کتې ترې کوزې کړم. حضرت عمر وويل: ما اوښان له پړو او کتو سره اخستي دي. اعرابي وويل:شهدالله چې بد سړى يې! تا اوښان اخستي که کتې. حضرت عمر ورته وويل: ما چې اخستل؛ نو پړي او کتې پرې وې؛ نو شخړه يې کوله، چې علي راورسېد. حضرت عمر ورته وويل: ددې سړي پر قضاوت راضي يې؟ اعرابي وويل: هو او بيا يې خپله کيسه و کړه. علي وويل: که تا ورسره د پړو او کتو بيه هم کړې وه؛ نو ستا به وو او اوس چې دې نه ده کړى؛ نو د هغه دي او حضرت عمر هم د علي خبره ومنله.

کنزالعمال[608] له محمد بن زبير نه روايتوي، چې وايي: د دمشق جومات ته ننووتم، چې هلته مې يو بوډا سړى وليد، چې په ملا کړوپ و، ورته مې وويل: مشره! تا په ژوند کې څوک ليدلي دي؟ و يې ويل: پېغمبر اکرم مې ليدلى دى. پوښتنه مې وکړه: په کومو جګړو کې دې برخه اخستې وه؟ راته يې وويل: د برموک په غزا کې مې برخه اخستې وه. و مې ويل: څه چې دې اورېدلي؛ نو ما ته يې هم ووايه. و يې ويل: د اشعريينو او عک له خلکو سره حج ته ولاړو او د احرام په حال کې مو څو د شتر مرغ هګۍ تر پښو لاندې ماتې کړې _يا مو ماتې او و مو خوړې _ بيا مو خپله کيسه حضرت عمر بن خطاب ته وکړه، چې زموږ تکليف څه دى؟ پرته له دې چې کوم ځواب راکړي؛ نو موږ ته يې وويل: راځئ. موږ هم ورپسې شو، چې د رسول اکرم خونې ته ورسېد. ور يې وواهه، يوې ښځې له کوره غږ کړه:څوک يې؟ حضرت عمر وويل: ابوالحسن په کور کې شته؟ و يې ويل: نه! په پټي کې دى. حضرت عمر بيا روان شو او راته يې وويل: راځئ. اباالحسن ته چې ورسېدو؛ نو ښه راغلاست يې ووايه. حضرت عمر وويل: دا ځوانان د عک او اشعريين دي او د احرام په حال کې يې د شترمرغ څو هګۍ ماتې کړې دي. علي وويل:څوک به دې په ما پسې رالېږلى و؛ زه به په خپله درغلى وم. عمر وويل: په دې به ښه ښکاره شم، چې زه تاته راشم. علي وويل د هګيو د شمېر هومره نر شترمرغان، چې شترمرغې يې نه وي ليدلي له هغه ښځو شتر مرغو سره، چې شتر مرغ يې نه وي ليدلى؛ نوکه بچى يې وشو، هغه به منى ته يوسي او قرباني دې يې کړي. حضرت عمروويل: کېداى شي اوښه بچى وغورځوي ( سقط يې کړي ). علي وويل: کېداى شي هګۍ هم فاسدې شي. عمر وويل: خدايه! په داسې ستونزه کې مې راګېر نه کړې، چې علي مې تر څنګ نه وي.

کنزالعمال[609] له حضرت ابن عباس نه روايتوي، چې وايي: يوه ستره ستونزه حضرت عمر ته ورپېښه شوه، چې د ستونزې د ستروالي له امله به کېناسته او پاڅېده؛ رنګ به يې واوخوت او تک تور به شو او ددې ستونزې د هواري لپاره يې د رسول اکرم اصحاب راټول کړل، چې سلا مشوره ورسره وکړي، چې ټولو ورته وويل: اميرالمؤمنينه! زموږ پناه ځاى خو ته يې. حضرت عمر وويل: له خدايه ووېرېږئ او سمه خبره وکړئ، چې خداى مو نيتونه پاک کړي. اصحابو ورته وويل: ددې ستونزې حل له موږ سره هم نشته. حضرت عمر وويل: پر خداى قسم، چې څوک پېژنم، چې ددې ستونزې هوارول ورته ډېر اسان دي. اصحابو وويل: ګواکې مردا مو د ابيطالب زوى دى. حضرت عمر وويل: خداى دې لري؛ ايا عرب يې په څېر بل لري، پاڅئ، چې ورشو. اصحابو ورته وويل: اميرالمؤمنينه! صبر نه کوئ، چې په خپله راشي. عمر وويل: نه بېخي نه!داچې له بني هاشمو دى او د رسول اکرم خپلوان دى، تر ټولو پوه دى او په ټوليزه، علم يو څيز دى، چې بايد ورپسې ولاړ شو او بايد توقع ونه لرو، چې کور ته مو راشي.

کنزالعمال[610] له سعيد بن جبير روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته، چې يو ماشوم يې زيږولى و، چې له پنډيو پورته دوه وو؛ يعنې دوه سره، دوه ګېډې، څلور لاسونه او دوه عورته يې درلودل او تر پنډو لاندې يو و. دې ښځې له مېړه څخه د دوو اولادونو ميراث غوښته. حضرت عمر اصحاب راټول کړل، چې مشوره ورسره وکړي؛ خو سم او صحيح ځواب يې لاس ته را نه غى؛ نو بيا يې علي بن ابيطالب راوغوښت. حضرت علي وويل:په دې خبره کې يو راز دى؛ نو ښځه او زوى يې بندي کړئ او د ميراث مال هم ونيسئ او يو څوک ورته ونيسه، چې خدمت يې وکړي او لګښت يې ورکړي، حضرت عمر همداسې وکړل، چې ښځه مړه شوه او بيا عجيب الخلقة زوى د ميراث غوښتنه وکړه، حضرت علي حکم وکړ، چې يو خسي خادم دې د د دواړو د عورت داسې خيال وساتي؛ لکه مور يې چې د خپل ماشوم ساتي، چې تر څه مودې روسته يو له هغوى د واده هيله وکړه، چې حضرت عمر يو څوک په علي پسې ولېږه، چې بالاخره نظر دې ددې دوو کسانو په اړه څه دى؛ نو که يو يې ښځه غواړي او بل نه او يو څه غواړي، چې هغه بل يې نه غواړي؛ موږ به څه کوو او ګورې، چې يو يې ښځه غواړي؟ علي وويل: الله اکبر! خداى تردې حليم او کريم دى، چې خپل بنده به دې ته اړ کړي، چې جماع کول يې وليدل شي او تاسې هم هغه ځوان بوخت کړئ، چې خداى يې په اړه حکم صادر کړي؛ ځکه دا هلک به هله د جماع اشتها کوي، چې مړينې ته نږدې وي او هغه ځوان هم درې ورځې روسته مړ شو. بيا حضرت عمر اصحاب راټول کړل، چې په دې ژوندي پورې د تړل شوي مړي تکليف څه دى؟ورته يې وويل: هغه مړى د ژوندي له بدنه بېل کړئ او ښح يې کړئ. حضرت عمر وويل: عجيبه خبره کوئ! آيا زه يو ژوندى د بل مړي لپاره ووژنم؟ او په خپل هغه ځوان هم نيوکه وکړه، چې سره له دې، چې مؤحد يم، قرآن وايم او د محمد بن عبدالله پر نبوت او رسالت ايمان لرم؛ نو بيا مې هم وژنئ؟ بيا حضرت عمر په حضرت علي پسې يو کس ولېږه، چې راشه او ددې ستونزې لپاره لاره چاره پيدا کړه. حضرت علي وويل: مسله ډېره اسانه ده او تاسې مه وارخطا کېږئ؛ هغه ته غسل ورکړه او کفن يې کړه او يو خادم ورته ونيسه، چې په ناسته پاسته کې ورسره مرسته وکړي او چې درې ورځې تېرې شوې؛ نو هغه يو به وچ شي او د جلا کولو وړ به وګرځي، درې ورځې روسته همداسې هم وشول. حضرت عمر وويل: يابن ابيطالب! ته او د هرې شبهې رابرسېروونکى او د هر حکم مرجع وې او يې.

کنزالعمال[611] له قاسم بن ابي امامه روايتوي، چې وايي: حضرت عمر جنب و او له خلکو سره يې لمونځ وکړ؛ نو چې پوه شو؛ نو خپل لمونځ يې راوګرځاوه. حضرت علي وويل: بايد خلکو ته اعلان وکړې، چې هغوى هم خپل لمونځ راوګرځوي او اصحابو هم د علي حکم پلي کړ.

( کنزالعمال:شپږم ټوک، ٤٠٦ مخ ) له ابن عمر روايتوي، چې پلار مې عمر بن خطاب، حضرت علي بن ابيطالب ته وويل: ابا الحسنه! درې مطلبه مې په ذهن کې مشکل دي او ډېر مې زړه غواړي که ته يې پوهه لرې؛ نو ځواب يې راکړه. علي: هغه درې مسئلې څه دي؟ حضرت عمر وويل: يو دا چې کله انسان له يوه داسې سړي سره مخېږي، چې دومره مينه ورسره لري، چې تر هغه هومره به له چا سره هم مينه نه کوي او بل به يې دومره بدې راځي، چې تر هغه به يې بل بدې نه راځي، چې ددې خبرې علت به څه وي؟ علي ورته وويل: ما د خداى له استازي واورېدل: ارواګانې په هوا کې ځانته لښکرې دي او په بېلو بېلو ليکو کې دي او که بدنونه يو له بل سره مخامخ شول؛ نو که ارواګانې يې سره په يوه ليکه کې وي؛ نو يو بل جذبوي او که په يوه ليکه کې نه وي؛ نو يو بل يې بدې راځي. حضرت عمر وويل: دا يې يو. بله دا انسان هغه څه هېروي، چې چې اورېدلى يې وو او کله يې ياد ته راځي؛ نو ددې علت څه دى؟ علي ورته وويل: د خداى له استازي مې واوېدل: داسې زړه به و نه ګورې، چې د ځان لپاره به وريځ نه لري؛ لکه څنګه، چې سپوږمۍ د ځان لپاره وريځ لري او په همدې ترڅ کې، چې سپوږمۍ رڼا ورکوي؛ نو وريځ يې د رڼا مخه نيسي او تپه تپاره کړي او زړونه همداسې دي. عمر وويل:دا يې دوه. درېیم: چې کله انسان خوب ګوري؛ نو کله يې خوب رښتيا وي او کله دروغ؛ نو ددې علت څه دى؟ علي وويل: د خداى له استازي مې واورېدل:داسې ښځه او سړى به نه وي، چې خوب يې درون شي او اروا يې د عرش پر لور روانه نشي او تر هغه نه راويښېږي، چې اروا يې عرش ته نه وي رسېدلې او څه يې چې ليدلي؛ نو صادق دي او هغه چې عرش ته يې د اروا تر رسېدو مخکې راويخ شي؛ نو هر هغه څه دروغ دي، چې په خوب کې يې ويني. عمر ورته وويل: دا خبرې وې، چې زما ذهن يې پر ځان له ډېره وخته بوخت کړى و او تا راته دا ستونزه هواره کړه او د خدايه شکر کوم، چې تر مړينې مخکې مې پرې سر خلاص شو.

رياض النضره[612] له حضرت عمر څخه روايتوي، چې د يوې خبرې پر سر يې له يو سړي سره شخړه شوه، چې ورته مې وويل: آيا راضي يې، چې دا ناست کس زما او ستا په منځ کې قضاوت وکړي؟ سړي پر سپکاوي وويل: هغه سړى، چې غټه ګېډه لري؟ حضرت عمر غوسه شو، ورپاڅېد او سړى يې له ګرېوانه راونيو او ورته يې وويل: خبر يې چې د چا سپکاوى دې وکړ؟ تا زما او د هر مسلمان مولى خپه کړ.

رياض النضره[613] له زيد بن علي له پلاره له نيکه روايتوي، چې وايي: يوه دوه ځانې-حامله ښځه يې حضرت عمر ته راوسته، چې پر زنا يې منښته کړې وه. حضرت عمر پرې د سنګسار حکم وکړ. حضرت علي دا ښځه پر لار ليدلې او له خلکو يې پوښتنه کړې وه، چې دې ښځې څه کړي دي؟ورته وويل شول: عمر حکم کړى، چې سنګسار دې شي. علي حکم وکړ: بېرته يې وګرځوئ او حضرت عمر ته يې وويل: ته پر هغې ښځې واکمن يې، نه په ګېډه کې يې پر ماشوم، ته په دې عمل پرې وينه راوړه او و دې وېروله او همدومره ورته بس دى. عمر وويل:په رښتيا چې همداسې ده؟ ورته يې وويل: هو! مګر د خداى له استازي دې نه دي اورېدلي: چاچې بر بلا تر ککړېدو روسته پر جرم منښته وکړه؛ نو نور پرې حد نه جاري کېږي؛ يا بايد بندي شي او يا وګواښول شي؛ ځکه اقرار يې اقرار نه دى. حضرت عمر هم ښځه پرېښووه.

رياض النضره[614] له عبدالرحمان سلمي روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته، چې په بيديا کې يې د سختې تندې له امله له يوه شپوڼه د اوبو غوښتنه کړې وه او شپوڼ ورته ويلي وو، چې د کوروالي په شرط به اوبه درکړم او ښځې هم د ناچارۍ له مخې زنا کړې وه. حضرت عمر يې د سنګسارولو په اړه له اصحابو سره سلا مشوره وکړه، چې حضرت علي ورته وويل: بايد رجم نشي؛ ځکه پرېشانه وه؛ نو تاسې يې پرېږدئ. حضرت عمر هم د علي حکم پلى کړ.

رياض النضره[615] له حنش بن معتمر روايتوي، چې دوه کسانو له يوې قريشي ښځې سره سل ديناره امانت کېښوول او ورته يې وويل: موږ يوه ته به يې هم نه راکوې؛ يعنې که يو مو ځان ته راغى؛ نو مه يې راکوه او صبر وکړه، چې هغه بل هم راشي، له دې کيسې يو کال تېر شو او يو يې راغى او ښځې ته يې وويل:زما هغه بل ملګرى مړ شوى او دينار راکړه. ښځې دينار ور نه کړل او سړي د ښځې د مېړه کورنۍ په ښځې پسې راوپاروله او د ښځې کورنۍ هم دا ښځه سور اور ته ونيوه، چې ددې سړي دينار ورکړي او ښځې هم دينار ورکړل. يو کال تېر شو او هغه بل سړى راغى او د دينارو غوښتنه يې وکړه. ښځې ورته وويل: ما دينار ستا هغه بل ملګري ته ورکړل؛ ځکه راغى او ما ته يې وويل، چې هغه بل ملګرى مې مړ شوى او ما هم دينار ورکړل، چې خبره عمر ته يووړل شوه. حضرت عمر ښځې ته وويل: ته ضامنه يې او بايد دينار ورکړې. ښځې قسم ورکړ، چې ته په موږ کې قضاوت مه کوه او پرېږده، چې علي بن ابيطالب په موږ کې قضاوت وکړي. حضرت عمر هم قضاوت علي ته وروسپاره. حضرت علي پوه شو، چې هغه دوه سړي له دې ښځې سره دوکه کوي. حضرت علي سړي ته وويل: هغه ورځ مو چې امانت دې ښځې ته ورکاوه؛ مګر تاسې نه وو ويلي، چې موږ يوه ته به يې نه راکوې؟ و يې ويل: هو ويلي مو وو. علي ورته وويل: ستاسې مال له ماسره دى او ولاړ شه او هغه بل ته هم ووايه، چې راشي، مال مو درکړم. سړى ولاړ او بېرته راستون نشو.

شبلنجي[616] روايتوي، چې يو سړى يې حضرت عمر ته راوست، چې په خلکو کې يې د کفر خبرې کړې وې. خلکو پوښتلى و، چې څنګه يې. هغه ورته ويلي وو: اوس خو حالات داسې دي، چې فتنه مې خوښه ده او له حقه کرکه لرم او يهود او نصارا تاييدوم او پر هغه څه ايمان لرم چې نه يې وينم او پر هغه څه ايمان لرم، چې نه وي پيدا شوى. حضرت عمر يو کس په حضرت علي پسې ولېږ؛ نو همداچې علي راغى؛ نو د سړي کيسه يې ورته وکړه. حضرت علي سړى په حقه وباله، و يې ويل: رښتيا وايي؛ ځکه د هغه مال او اولاد خوښ دى او خداى هغه دواړه فتنه ښوولي؛ ( انما اموالکم و اولادکم فتنة ) له حقه کرکجن دى، چې مراد يې مړينه ده، چې حق دى او خداى وايي: ( وجاءت سکرة الموت بالحق ) د يهودو او نصاراوو خبره هم تاييدوي؛ ځکه قرآن د يهودو له خولې وايي:نصارى پر باطله دي او نصارى وايي، چې يهود پر باطله دي او بل داچې وايي چې پر ناليدي ايمان لرم او هغه خداى دى، چې نه ليدل کېږي او پر هغه څه ايمان لري، چې پيدا شوى نه دى او هغه قيامت دى. حضرت عمر وويل: پناه غواړم له هغې ستونزې، چې علي يې هوارونکى نه وي.

ثعلبي[617] د ( اذ اوى الفتنة الى الکهف فقالوا ربنا آتنا من لدنک رحمة ) آيت په تفسير کې وايي:د اصحاب کهف په اړه کيسه ده او هغه داچې کله اميرالمؤمنين عمر بن خطاب خلافت ته ورسېد؛ د يهودو عالمان ورته راغلل، چې آيا له محمد او ابوبکر روسته د مسلمانانو د خلافت چارې يې په لاس کې دي؟

ورته يې وويل: هو! ورته وويل شول: موږ څه پوښتنې لرو؛ نو که ځواب دې راکړ؛ نو پوه به شو، چې اسلام پر حقه او محمد په رښتيا پېغمبر و او که ځواب دې رانه کړ؛ نو پوه به شو، چې اسلام پر حقه نه دى او محمد هم دروغجن و. حضرت عمر وويل: وپوښتئ هر څه چې پوښتئ. و يې ويل: راته ووايه: د اسمان د قفلونو مانا څه ده او کونجيانې يې کومې دي؟ هغه کوم قبر و، چې په ځان کې ښح کړى يې له ځانه يووړ؟ هغه څوک و، چې خپل قوم يې انذار کړ حال داچې نه انس و او نه جن؟ هغه کوم ساه کښ دي، چې پر ځمکه وګرځېدل؛ خو په يوه زيلانځ=رحم کې هم نه دي پيدا شوي؟ هغه غږ، چې دراج کوي، څه مانا لري؟ راته ووايه: چرګ، اس، چينډخ، خر، قمري په خپل غږونو کې څه وايي؟ حضرت عمر خپل سر لاندې ټيټ کړ او بيا يې وويل: دا د عمر نيمګړتيا نه ده، چې وپوښتل شي او پر ځواب نه پوهېږي، چې ووايي: نه پوهېږم او پر څه چې نه پوهېږي، پوښتنه يې وکړي. ناڅاپه يهودان پاڅېدل او و يې ويل: موږ شهادت ورکوو، چې محمد پېغمبر نه و او اسلام هم باطل دين دى. دا مهال سلمان وارخطا پاڅېد او ورته يې وويل: تاسې مهرباني وکړئ، څو شېبو ته کېنئ، چې راستون شم او په بېړه يې ځان علي ته رورساوه او ورته يې وويل: ابا الحسن! سلام عليکم! د اسلام مل شه، چې ګوره له لاسه ځي. علي ورته وويل: څه شوي؟ سلمان ورته کيسه وکړه. علي د رسول اکرم عبا واخسته، چې پرې لږه اوږده هم وه او په دبدبه مجلس ته ورغى؛ نو حضرت عمر، چې وليد، ورغاړې ووت، ورته يې وويل: ته د هرې ستونزې د هوارې لپاره زموږ زېرمه يې. بيا علي له يهودانو وغوښتل: وپوښتئ او په پاى کې يې وويل: اخر رسول اکرم ما ته زر بابه علم رازده کړى، چې له هر يو يې زر نور بابونه پرانستل کېږي. يهودانو خپلې پوښتنې وکړې او علي ورته وويل: په دې شرط ځواب درکوم، چې که زما ځواب د تورات له مخې و؛ نو ټول به ايمان راوړئ، چې بيا علي د ټولو ځواب ورکړ، چې موږ د لنډيز لپاره نه دي راوړي.

علي کرم الله وجهه د حضرت عثمان بن عفان (رض) له نظره

٭ حضرت عثمان په حضرت علي پسې راوګرځېد او ترې و يې غوښتل، چې راوګرځي. حضرت علي هم وروګرځېد. بيا حضرت عثمان علي ته په كتو شو؛ حضرت علي ورته وويل:دا پر تا څه شوي؟ ولې راګورې؟ حضرت عثمان ورته وويل: د څښتن له رسوله مې اورېدلي چې:(( علي ته كتل عبادت دى. [618]))

٭ درېیم خليفه له حضرت علي درې ځلې د سياسي چارو لپاره مرسته وغوښته او بلنه يې وركړه. پر لومړي ځل د هجرت پر 22كال؛ يعنې پر همغه كال چې خليفه شو، دويم ځل د هجرت پر 27كال او درېیم ځل د هجرت پر 32كال؛ خو حضرت علي د خليفه يوه بلنه هم ونه منله او و يې ويل: يو اړين كار چې بايد وشي د قرآن آيتونه د كتاب په بڼه راغونډول دي، چې په دې كار كې مرستې ته چمتو يم[619].

حضرت علي ته د اسلام د درېیم خلیفه؛ حضرت عثمان مراجعات

امام انس بن مالک[620] په خپل سند له محمد بن يحيى بن حبان روايتوي، چې وايي: نيکه مې دوه ښځې درلودې، چې يوه يې هاشمي او بله يې انصاري وه؛ انصاري ته يې طلاق ورکړ حال داچې شيدې يې ورکولې او تر يو کال روسته په خپله مړ شو. دې ښځې يې ادعا وکړه، چې زه يې اوس هم ښځه يم؛ ځکه تر اوسه مې لا حيض نه دى راغلى، چې دې دواړو ښځو خپل شکايت حضرت عثمان بن عفان ته يووړ، چې عثمان بن عفان حکم وکړ: په ارث کې يې برخه ده، چې هاشمي ښخې ملامته کړ او ورته يې وويل: دا څنګه حکم دې وکړ. عثمان بن عفان ورته وويل: ما دې د تره له زوى علي بن ابيطالب پوښتنه وکړه او هغه داسې حکم کړى دى.

حضرت عثمان وويل: زه په دې مسله نه پوهېږم او خپله شخړه مو علي ته يوسئ. حضرت علي ورته وويل: د رسول اکرم د منبر تر غاړې قسم وخوره، چې په دې موده کې يې درې ځل حيض نه دى راغلى. ښځې هم قسم وخوړ او له هغه بلې ښځې سره په ميراث کې شريکه شوه[621].

امام انس بن مالک[622] يو روايت رانقل کړی، چې يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزيږاوه، چې خبره يې حضرت عثمان بن عفان ته راوړه او هغه هم علي ته ورلېږل، چې دې ته ورته کيسه مو د حضرت عمر بن خطاب په مراجعاتو کې هم وکړه؛ خو په دومره توپير، چې عثمان وويل: ولاړشئ او ښځه راولئ؛ خو د سنګسار حکم يې و نه کړ؛ خو اوبه له ورخه تېرې وې.

سيوطي په درالمنثور کې د ( ووصينا الانسان بوالديه احساناً ) د آيت په تفسير کې دې روايت ته ورته يوه بله کيسه نقل کړې، چې د جهينيه د ټبر يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزېږواه، چې د امام ځواب ورته هماغه و، چې په دوو تېرو روايتونو کې ورته اشاره وشوه؛ نو د لنډيز لپاره مو دلته نه دى راوړى او بيا همدا کيسه ابن جرير د خپل تفسير د پينځه ويشتم ټوک په ٦١ مخ کې نقل کړې ده.

امام احمد بن حنبل[623] په خپل سند له عبدالله بن حارث نوفل هاشمي روايتوي، چې وايي: پلار ته مې حضرت عثمان د مکې د کومې چارې واک ورکړى و او حضرت عثمان، چې مکې ته راغى؛ نو زه او پلار مې د حارث ليدو او ستړو مه شو ته ورغلو او په قديد کې کوز شو؛ ځکه حضرت عثمان هلته اړولې وه او د سيمې خلکو ورته سيسۍ ښکار کړې وې؛ نو هغه مو ورته قورمه پوخ کړ ورته مو يووړ، چې د حضرت عثمان يارانو يې له خوړو ډډه وکړه، چې موږ محرم يو او د احرام په حال کې نشو کړاى د ښکار غوښه وخورو. حضرت عثمان وويل: موږ خو څه په خپله ښکار نه دى کړى؛ بلکې اهل حل _ څوک چې محرم نه وو_ښکار کړى دى او موږ ته يې راکوي او دا خو پروا نه لري او چا ويل چې پروا لري؟ عبدالله بن حارث وايي: ته به وايې، چې همدا اوس يې وينم چې علي راروان دى او خپل لاسونه يې له هغو وښو څنډل، چې څارويو ته يې اچولي وو. حضرت عثمان وويل: هغه ښکار، دى چې اهل حل کړى موږ خو امر هم نه دى کړى، چې ښکار وکړئ او ورته مو نه دي ښوولي، چې هغه ښکار کړه؛ ځکه په احرام کې څوک نشي کړاى، چې څه وښيي چې ښکار يې کړه او موږ خو د دوى مېلمانه يو؛ نو دا خو څه پروا نه لري. حضرت علي غوسه شو او و يې ويل: زه ناستو کسانو ته پر خداى قسم ورکوم، چې پاڅئ او شهادت ورکړئ، چې رسول اکرم ته يې د ښکار د غوښې پنډۍ راوړه او رسول اکرم وويل: اهل حل ته يې ورکړئ؛ ځکه په احرام کې و؛ نو ځکه يې و نه خوړه، چې بيا دولس کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې رسول اکرم هغه غوښه و نه خوړه. حضرت علي بيا وويل:تاسې ته قسم درکوم، چې شهادت ورکړئ، چې رسول اکرم ته يې د احرام په حال کې د شتر مرغ غوښه راوړه، چې و يې ويل:موږ محرم يو او اهل حل ته يې ورکړئ. چې بيا تر دولس کسانو لږ پاڅېدل او شهادت يې ورکړ. بيا حضرت عثمان هغه خواړه و نه خوړل او خپلې کېږدۍ ته ننووت او خواړه يې اهل حل ته ورکړل[624].

حضرت علي کرم الله وجهه  د حضرت معاويه بن ابي سفيان له نظره

امام انس بن مالک[625] په خپل سند له سعيد بن مسيب روايتوي، چې د شام يو اوسېدونکى، چې نوم يې ابن خيبري و، خپله ښځه يې له پردي سړي سره وليده او ښځه او که دواړه يې ووژل. خبره معاوية بن ابوسفيان ته راورسېده، چې څنګه د سړي، ښځې او مېړه او کورنيو ترمنځ شخړه هواره کړي؛ نو حضرت ابو موسى اشعري ته يې ليک وليک، چې ولاړ شه او له علي ددې ستونزې هوارى وپوښته. حضرت ابوموسى اشعري هم له علي پوښتنه وکړه. حضرت علي ورته وويل:دا پېښه د حکومت په واک کې نه ده او بايد ووايې، چې چېرته شوې ده؟ ابو موسى ورته پوره کيسه وکړه، چې معاويه راته ليکلي چې له تا وپوښتم. حضرت علي ورته وويل: که څلور شاهدان يې راوستل؛ خو سمه ده؛ ګنې نو بايد د قصاص لپاره ونيول شي.

استيعاب[626] وايي: معاوية بن ابوسفيان به چې په هره ستونزه کې راګېر شو؛ نو په ليک کې به يې هوارى له حضرت علي غوښته او معاويه، چې واورېدل، چې علي يې وواژه؛ نو و يې ويل: فقه او علم يې وواژه. د معاويه رور عتبه، چې دا خبره واورېده؛ معاويه ته يې وويل: پام کوه څوک دې دا خبره وا نه وري. معاويه ورته وويل: درومه خپل کار دې کړه.

کنزالعمال[627] له شعبي روايتوي، چې وايي: حضرت علي وويل: شکر د خداى چې زموږ دښمن يې موږ ته اړين کړ، چې په دين کې هر ستونزه لري؛ نو له ما يې پوښتي او همدا اوس راته معاويه د نرښځي د ميراث په اړه ليک رااستولى او ما يې هم ځواب ورکړ، چې د عورت له مخې ورته ميراث ورکړه، چې که عورت يې د سړي و؛ نو د سړي ميراث ورکړه او که عورت يې د ښځې و؛ نو د ښځې ميراث ورکړه.

مناوي[628] په شرح کې وايي: د همزيه په شرح کې راغلي، چې معاويه بن ابي سفيان به په ستونزه کې راګېر شو؛ نو د هواري غوښتنه به يې له حضرت علي کوله او علي هم ورته ستونزه هواروله، چې د علي يو زوى وويل: ولې د ښمن ته لارښوونه کوې؟ علي وويل: دا موږ ته بس نه ده، چې خداى راته اړ کړى دى او موږ پوښتي؟

کنزالعمال[629] له ابي الوضين روايتوي، چې يو سړي د يو شامي پر لور مرکه وکړه؛ البته پر هغه لور، چې له ازادې ښځې يې وه او د لور پلار له وينځې لور سينګار او د زوم کور ته يې ولېږله، زوم، چې د واده پر ړومبۍ شپه کوټې ته ولاړ؛ نو ناوې يې وپوښتله: د چا لور يې؟ ناوې ورته وويل: د پلانۍ لور_؛ يعنې د وينځې لور _ زوم وويل:د پلانۍ پر لور چې يې له ازادې ښځې شوې وه، مې مرکه کړې وه. خبره يې معاويه بن ابوسفيان ته وکړه. معاويه ورته وويل: څه پروا کوي، چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پرځاى درکړې ده او بيا يې له خپلو شاوخوا کسانو وپوښتل: ددې مسلې حل څه دى؟ هغوى هم ورته د معاويه خبره وکړه او و يې ويل: څه پروا کوي، چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پرځاى درکړې ده. زوم غوښتنه وکړه، چې مسئله علي ته ولېږئ او معاويه هم علي ته ولېږله. حضرت علي څه له ځمکې راپورته کړل او و يې ويل: ددې خبرې حل ددې څيز د راوچتولو هومره اسان دى او و يې ويل: کوم جهيز يې، چې دې ښځې ته ورکړې، ددې ښځې شو؛ ځکه کوروالى دې ورسره کړى او پلار يې بايد هماغومره جهيز هغه بلې لور ته چمتو کړي او ددې ښځې عده، چې پاى ته ورسېده؛ هغه بله لور دې ستا کور ته راولېږي. بيا راوي وايي: تر کومه مې چې يادېږي علي د نجلۍ پلار پر کوړو وواهه او که غوښتل يې، چې و يې وهي. بيا وايي:دا روايت ابن ابي شيبه هم روايت کړى دى.

کنزالعمال[630] له حجار بن ابحر روايتوي، چې وايي: له معاويه سره ناست وم، چې دوه سړي راغلل، چې د يو جوړ جامو پر سر يې شخړه وه او يو يې وويل: دا جامه زما او شهود يې راوستل او هغه بل وويل: دا جامه ما په خپله له يو ناپېژندګلو سړي اخستې ده. معاويه وويل: کاشکې علي بن ابيطالب و، چې دا ستونزه يې هواره کړې واى. ما ورته وويل: زه وم، چې دې ته ورته شخړه يې حضرت علي ته راوړه؟ پوښتنه يې وکړه: نو هغه څه وکړل؟ و مې ويل: حق يې هغه ته ورکړ، چې د شهودو اقامه يې کړې وه او بل ته يې وويل: تا خپل مال ضايع کړى دى.

رياض النضره[631] له ابي حازم روايتوي، چې يو سړي معاويه بن ابي سفيان ته راغى او له هغه يې د يوې مسئلې پوښتنه وکړه او داچې له معاويه سره يې ځواب نه و؛ نو ورته يې وويل: ولاړ شه او له علي يې وپوښته. سړي ورته وويل: ستا ځواب مې ډېر خوښ دى. معاويه: څومره ناوړه خبره دې وکړه! آيا هغه سړي ته له تګه کرکه کوې، چې رسول اکرم پر علم موړ کړى و؛ هغه سړى، چې رسول اکرم يې په اړه ويلي وو:

(( ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما روسته پېغمبر نه راځي)) هغه سړى، چې حضرت عمر بن خطاب به په کومه ستونزه کې راګېر شو؛ نو حضرت علي ته به يې مراجعه کوله.

 محب طبري وايي:دا روايت احمد هم په مناقب کې راوړى دى.

مناوي[632] له کلا بازي راويت کوي، چې يو سړي له معاويه بن ابي سفيان يوه مسله وپوښتله. معاويه ورته وويل: له علي يې وپوښته، چې تر ما اعلم دى. سړي ورته وويل: زه ستا ځواب غواړم. معاويه ورته وويل: پر ځان ووېرېږه، چې له هغه سړي ډډه کوې، چې رسول اکرم پر علم موړ کړى و؛ هغه سړى، چې حضرت عمر به په ستونزه کې ګېر شو؛ نو علي به يې پوښته او يوه ورځ يو سړى عمر ته راغى او پوښتنه يې ترې وکړه، چې عمر ورته وويل: حضرت علي دلته دى، چې سړي ورته وويل: له تا يې ځواب غواړم. حضرت عمر وويل: پاڅه خداى دې پښې شلې کړه او حکم يې وکړ، چې نوم يې له دېوانه پاک کړئ.

صحيح مسلم[633] په خپل سند له حکم بن عتيبه له قاسم بن مخيمره له شرح بن هاني روايتوي، چې عايشې بي بي ته ولاړم او پر موزې د مسحې په اړه مې ترې پوښتنه وکړه، چې راته يې وويل: ولاړ شه او د ابيطالب له زوى پوښتنه وکړه[634].

فتح الباري[635] له ابن ابي شيبه په ډېر ښه او صحيح سند له عبدالرحمن بن ابزي روايتوي، چې و ايي: د جمل د جګړې پر ورځ عبدالله بن بديل بن ورقاء خزاعي ځان عايشې بي بي ته ورساوه او تر اوسه لا عايشه په خپله کجاوه کې وه او ورته يې وويل: يادېږي مو چې د حضرت عثمان تر وژل کېدو وورسته درغلم او پوښتنه مو وکړه، چې تر عثمان روسته د چا خلافت ته غاړه کېږدو؟ تا راته وويل: د علي خلافت ته. عايشه چوپ شوه او څه يې و نه ويل. بيايې د هغې د رور محمد په مرسته اوښ وتاړه او حضرت علي ته مو راوسته. حضرت علي حکم وکړ، چې ځانګړى کور ورکړئ.

سنن بيهقي[636] په خپل سند له ابي مجلز روايتوي، چې وايي: يو سړي د حضرت عمر زوى وپوښته، چې په رمي جمرات کې مې شک کړى، آيا اوه وارې مې رجم وکړ او که شپږ وارې؛ نو څه وکړم؟ و يې ويل: بايد علي بن ابيطالب وپوښتې.

حضرت قيس ابن ابي حازم وويل: يو سړى معاويه بن ابوسفيان ته راغى او د يوې مسئلې په هکله يې وپوښتل. معاويه بن ابي سفيان ورته وويل: ولاړ شه او له علي وپوښته، چې تر ما اعلم دى. سړي ورته ووېل: زه له تا ځواب غواړم. معاويه بن ابي سفيان ورته وويل:مور دې سر ته كېنه! خوښ نه يې، چې له داسې سړي دې ځواب واورې، چې د څښتن رسول پخپله ژبه ورته علم ورښوولى او رسول اكرم يې په هکله وويل:(( ستا مقام ماته داسې دى؛ لكه د هارون چې موسى ته و)) او حضرت عمر بن خطاب به هم له هغه پوښتنې كولې او ځوابونه به يې وركول او که حضرت عمر به په كوم مشكل كې راګېر شو؛ نو ويل به يې:حضرت علي چېرته دى. (بيا معاويه بن ابوسفيان پر غوسه سړي ته وويل:) پاڅه! څښتن دې واخله او د سړي نوم يې د بيت المال له دفتره وکېښ[637].

٭ يوه ورځ احنف بن قيس له حضرت معاويه بن ابوسفيان سره روژه ماتي ته پر دسترخوان ناست و؛ رنګارنګ او ډېرو خواړو حېران كړ، اوښكې يې له سترګو راروانې شوې. معاويه بن ابي سفيان ترې ددې اوښكو علت وپوښته. هغه وويل: هغه روژه ماتى را پر ياد شو، چې له حضرت علي سره وم؛ څومره ساده روژه ماتى و. معاويه بن ابي سفيان وويل:هغه سارى نلري؛ نو خبره يې مكوه[638].

٭ حضرت معاويه بن ابي سفيان ته به، چې د كوم سوال ځواب نه ورتله؛ نو هغه به يې ليكه او يو تن ته به يې وركاوه، چې له حضرت علي يې ځواب واخلي. معاويه بن ابوسفيان ته چې د علي د شهادت خبر ورسېد؛ و يې ويل: د علي پر مرګ د فقهې او علم كډه بار شوه. د معاويه بن ابوسفيان رور “عتبه” وويل:دا خبره درنه د شام خلك وا نه وري. معاويه بن ابوسفيان ورته وويل: ما (پر خپل حال) پرېږده![639]

٭ حضرت معاويه بن ابي سفيان حضرت ابوهريره ته وويل:فكر نکوم، چې زه به د خلافت چارو ته تر حضرت علي غوره يم[640].

٭ حضرت معاويه بن ابي سفيان په يوه ليك كې حضرت علي ته وليكل: پر خپل سر قسم چې په اسلام كې ستا له فضايلو او له رسول الله سره له خپلوۍ دې منكر نه يم.

 ٭ چې کله “محصن ضبى” له حضرت معاويه بن ابي سفيان كره ولاړ؛ نو معاويه بن ابي سفيان ترې وپوښتل: له كومه ځايه راغلې؟ ورته يې وويل: تر ټولو د کنجوس له څنګه راغلم!معاويه بن ابوسفيان په جيګ غږ ورته وويل:غرق شې! څنګه دې داسې سړي ته “ابخل الناس” وويل، چې كه يو كور سره زر او يو كور سپين زر ورسره وي؛ نو له سپينو زرو به يې زيات سره زر فقيرانو ته وركړي واى او سرو او سپينو ته به يې ويل: سرو او سپينو! ولاړ شئ او بل څوك وغولوئ، چې ما نشئ غولولاى! تاسې ما نشئ تېر ايستلاى! تاسې مې درې طلاقه كړئ، چې بېرته راګرځېدل پکې نشته[641].

٭ مغيره وويل: اوړى و او معاويه بن ابي سفيان له خپلې ښځې “فاخته بن قرظه” سره و چې د حضرت علي د شهادت خبر يې ورته راوړ؛ نو معاويه بن ابي سفيان پاڅېد او و يې ويل:((انا لله و انا اليه راجعون )). خلكو علم، فضيلت او خېر له لاسه وركړ. ښځې يې ورته وويل:تر پرونه دې ورپسې توره را ايستلې وه او اوس ورته:” انا لله و انا اليه راجعون” وايي؟ ورته يې وويل: كه له علم، فضيلت او سوابقو يې خبره وې؛ نو داسې خبره به دې نه واى كړې[642].

٭ ستر سني عالم جاحظ د “المحاسن و الاضداد” په كتاب كې ليكلي:يوه ورځ “امام حسن مجتبى” د معاويه بن ابوسفيان مجلس ته ورننووت، چې په دې مجلس كې “عمرو بن عاص”، ” مروان بن حكم”، “مغيره بن شعبه” او نور ناست وو. چې کله امام حسن راننووت؛ نو معاويه بن ابوسفيان يې ډېر درناوى وكړ او پر جيګه يې كېناوه. “مروان بن حكم” ته د معاويه بن ابوسفيان دې كار زور وركړ او په غبرګون كې يې امام حسن ته بې احترامي وكړه. امام حسن هم د هغه ځواب په سړه سينه وركړ. دلته معاويه بن ابوسفيان مروان ته وويل: زه دې ددې سړي له بې احترامۍ منع كوم (ځكه) نه يې پلار ستا د پلار غوندې دى او نه پخپله ستا غوندې دى، ته د شړل شوي زوى يې او دا د څښتن د رسول زوى دى[643].

٭ حضرت معاويه بن ابوسفيان محمد بن ابي ابكر ته وليكل: د رسول الله پر ژوند ما او ستا پلار د حضرت علي د حق رعايت كول پر ځان واجب ګڼل او د هغه د فضيلتونو او ستروالي مو سترګې نشوې پټولاى؛ خو کله چې څښتن، حضرت علي د پېغمبر اکرم ځايناستى وټاكه؛ نو ستا پلار او فاروق (عمر بن خطاب) لومړي كسان وو، چې د علي حق يې تر پښو لاندې كړ او د هغه له فرمان سره يې مخالفت وكړ[644].

٭ حضرت عمرو عاص، حضرت معاويه بن ابوسفيان ته وويل:دا چې زه د حضرت علي نوم په دبدبه اخلم، ته تر ما په دې كار كې ډېر مخكې يې؛ خو ته دا خبره پټوې او زه يې ښكاره كوم[645].

٭ حضرت “عمرو بن عاص” د حضرت علي په هکله حضرت معاويه بن ابوسفيان ته لاندې شعرونه وليكل:((د څښتن له رسوله مې د علي په هکله ډېر سپارښتونه اورېدلي دي.

پېغمبر اکرم د “خم غدير” پر ورځ پر منبر وويل:حال دا له پېغمبر اکرم سره تللي كسان ټول ورسره وو او د څښتن له اړخه د مسلمانانو امارت يې حضرت علي ته وروبښه، حال دا غوره ځايناستى او امير و او ( پر هغه ورځ) د حضرت علي لاس د پېغمبر اکرم په لاس كې و او په ښكاره يې خلكو ته د څښتن حکم ووايه:((د چاچې زه مولى يم؛ نو تر نن روسته علي تر ټولو غوره مولى دى. [646] ))

٭ حضرت معاويه بن ابوسفيان چې يزيد ته بيعت اخستو ته مکې ته راغى؛ نو په “دارالندوه”كې د پېغمبر اکرم د اصحابو شورا جوړه كړه، معاويه بن ابوسفيان د غونډې په پېل كې په حضرت علي پسې خوله راوسپړله او په تمه و چې سعد هم ورسره يوه خوله شي؛ خو سعد معاويه بن ابوسفيان ته وويل: ما ته د حضرت علي دا درې ځانګړنې راياد شي؛ نو د زړه له كومې وايم، چې كاشكې ما هم دا ځانګړنې درلوداى. 1 _ پېغمبر اکرم حضرت علي ته وويل:(( ستا مثال ما ته داسې دى؛ لكه د هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي. 2 _ د خېبر د جګړې پر ورځ پېغمبر اکرم وويل:(( سبا به بېرغ داسې سړي ته وركړم، چې څښتن او رسول يې پرې ګران دى او هغه هم پر څښتن او رسول يې ګران دى او دا جګړه به ګټي او هېڅكله له جګړې نه تښتي. 3 _ د نجران له مسيحيانو سره دمباهلې پر ورځ پېغمبر علي، فاطمه، حسن او حسين له ځان سره راوړل او و يې ويل: (( پالونکيه! دوى زما اهل بيت دي. [647]))

٭ حضرت معاويه بن ابوسفيان په حج كې و، چې حضرت سعد بن ابي وقاص ورغى او د حضرت علي خبره رامنځ ته شوه؛ نو معاويه بن ابوسفيان حضرت علي ته كنځلې وكړې. سعد پر غوسه شو او و يې ويل: هغه چا ته كنځلې كوې چې د څښتن رسول يې په هکله وويل:(( د چاچې زه مولى يم؛ نو د تره زوى مې علي به يې هم مولى وي. )) او همداسې له رسول الله مې واورېدل: (( ماته د علي مثال داسې دى؛ لكه د هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.)) او بيا يې ويل: (( بېرغ به نن داسې سړي ته وركړم چې څښتن او رسول يې پرې ډېر ګران دي او هغه هم پر څښتن او پر رسول يې ګران دى. [648] ))

 ٭ ابويعلي او بزار له سعد بن ابي وقاص نه روايت كوي:د څښتن استازي وويل: (( چاچې علي ازار كړ؛ نو زه يې هم ځورلى يم. ))

٭ مسلم له حضرت سعد بن ابي وقاص نه روايت كوي:د “ندع ابناءنا و ابناءكم. . . . ” آيت چې نازل شو؛ نو پېغمبر(ص) علي، فاطمې او حسنين راوغوښتل او و يې ويل: (( خدايه! دوى زما اهل بيت دي. [649]))

٭ حضرت سعد بن ابي وقاص وايي: له حضرت علي وپوښتل شول: ولې ته د پېغمبر (ص) تر نورو اصحابو ډېر پر احاديثو پوه يې؟ و يې ويل: له رسول الله به مې چې پوښتنه كوله؛ نو ځواب يې راكاوه او چې چوپ به شوم؛ هغه به خبرې پېلولې[650].

٭ مروان بن حكم چې له يزيد بن معاويه بن ابي سفيان روسته د خلافت پر ګدۍكېناست؛ امام سجاد ته يې وويل:هيچا د حضرت علي هومره له حضرت عثمان څخه دفاع ونه کړه. امام سجاد ورته وويل:نو ولې پر منبر ورته كنځلې كوئ؟ مروان ورته وويل: بې لدې پر خلكو واکمني نشو كولاى. [651]

٭ حضرت معاويه بن ابي سفيان د صفين په جګړه كې وويل: پر څښتن چې له تاسې غواړم چې پر علي د غشيو باران جوړكړئ او سورې سورې يې كړئ، چې خلك او ملك ترې خلاص شي. په دې وخت كې مروان وويل:پر څښتن قسم، چې پر موږ تنګ يې (موږ پرې وژنې)؛ ځكه ته مې مرګ ته د زمري خولې ته لېږې. دا يې وويل او پر غوسه پاڅېد او ولاړ. وليد بن عقبه په دې باب شعر ويلې چې پښتو مفهوم يې دادى: موږ ته د زمري د وژلو فرمان راكوې، چې د جنګ په مېدان كې ترې ټول تښتي[652].

حضرت علي 

د ام المؤمنين عايشې بي بي په كلام كې

 ٭ هشام بن عروه له خپل پلاره روايت كوي، چې حضرت عايشې بي بي وويل:رسول الله وويل:(( د علي ياد عبادت دى. [653]))

٭ له حضرت عايشې بي بي روايت دى:رسول الله (ص) راووت او تور څادر يې اغوستې و؛ امام حسن راغى او هغه يې تر څادر لاندې كړ، بيا امام حسين راغى او هغه يې هم تر پټو لاندې كړ، بيا فاطمه بي بي او حضرت علي راغلل چې هغه دواړه هم تر څادر لاندې راننووتل، بيا د څښتن استازي وويل:

(( انما يريدالله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت. [654]))

٭ حضرت عايشې وويل: (( څښتن دې حضرت علي وبښي! په رښتيا چې پر حقه و. [655]))

٭ جميع بن عمير وايي: عايشې بي بي كره ولاړم او ورته مې وويل:پر پېغمبر اکرم څوك ډېر ګران دى؟ و يې ويل: په سړيو كې علي او په ښځو كې فاطمه[656].

٭ شريح بن هاني له خپل پلاره روايت كوي، چې عايشې بي بي وويل: علي پر رسول الله ډېر ګران و[657].

٭ عطا وايي:له حضرت عايشې مې د علي په هکله وپوښتل. را ته يې وويل:علي تر ټولو غوره انسان دى؛ خو یوازې كافر په دې كې شك كوي[658].

٭ حضرت جعفر بن برقان وايي:خبر شوم چې حضرت عايشې وويل: غونډې او ناستې مو د علي پر ياد ښايسته كړئ.

عايشه بي بي په مرفوع حديث سره (له پېغمبر اکرم نه) روايت كوي:څوك چې په علي پسې راپاڅي؛ نو كافر دى او ځاى يې په دوزخ كې دى. (حضرت عايشې چې دا حديث ووايه)؛ ورته وويل شول:که داسې وي؛ نو ته ولې په علي پسې راپاڅېدلې وې؟ و يې ويل: په “جمل” كې مې دا حديث له ياده وتلى و؛ نو په بصره كې مې چې را ياد شو؛ نو توبه مې وويسته[659].

٭ عطابن ابي رباح له حضرت عايشې روايت كوي: په تاسو كې د رسول الله (ص) پر سنتو تر ټولو پوه حضرت علي بن ابيطالب دى[660].

٭ له حضرت عطا روايت دى:حضرت عايشې وويل:د رسول الله (ص) د اصحابو عالم صحابي، حضرت علي بن ابيطالب دى[661].

٭ له حضرت عايشې روايت دى:پېغمبر اکرم د ځنكدن پر وخت وويل: حبيب مې راوغواړئ؛ نو حضرت ابوبكر مو رواغوښت. پاک نبي(ص) ورته وكتل او سر يې واړو او و يې ويل:حبيب مې راوغواړئ؛ نوحضرت عمر مو راوغوښتت. د خداى استازي (ص) چې ورته وكتل؛ نو سر يې واړو او و يې ويل: حبيب مې راوغواړئ؛ نو و مې ويل:پر څښتن قسم چه همغه غواړي. بيا يې حضرت علي راوغوښت او چې راغى، د رسول الله (ص) پر ځان څادر اچولى و چې هغه يې لرې كړ؛ نو حضرت علي يې هم له ځان سره په همغه څادر كې ننه ايست او له ځانه يې بېل نه کړ، تر دې چې لدې دنيا ولاړ او لاس يې د حضرت علي پر بدن و[662].

٭ بي بي عايشه وايي: رسول الله مې وليد، چې علي يې ښكلاوه او و يي ويل:(( پلار مې دې له یوازې شهيده ځار شي، پلار مې دې له یوازې شهيده ځار شي. [663]))

عبدالرحمن بن ملجم مرادي

(د حضرت علي قاتل)

د بحارالانوار په نهم ټوك كې علامه مجلسي ليكلي:عبدالرحمن بن ملجم چې له “يمنه” راغى او حضرت ته ورغى؛ نو د حضرت د شان او فضيلت ته يې قصيده وليكله او هماغلته پاتې شو، څو ناروغه شو او پخپله حضرت علي يې څارنه كوله. د نهروان په جګړه كې هغه د حضرت علي د لښكر د يوې ډلې بېرغچي و؛ حتى حضرت علي هغه ته وويل: ته زما وژونكى يې. ورته يې وويل:اميرالمؤمنينه! ما ووژنه چې دومره غټه ګناه ونه کړم؛ خو حضرت له جنايته مخكې غچ اخستنه غنده؛ خو عبدالرحمن بن ملجم له دوو خوارجو سره د ناستې پاستې او د هغې بدلمنې ښځې “قطامه” د عشق لپاره د حضرت علي وينه توۍ كړه[664].

اوومه برخه

 حضرت علي کرم الله وجهه د علماوو له نظره

حضرت ابن عباس (رض)

٭ حضرت ابن عباس د خپل عمر په روستيو شېبو كې وويل:پالونکيه! د علي د دوستۍ په خاطر مې ځان ته رانږدې كړه[665].

حضرت امام ابوحنيفه (رح)

چاچې له حضرت علي سره جګړې كړي؛ نو حضرت علي ترې پکی حق و. كه حضرت علي لدې خلكو سره مقابله نه واى کړې؛ نو څوك به نه پوهېداى، چې ددې ډلو ترمنځ شرعي تكليف څه دى[666].

امام شافعي(رح)

كه ” علي مرتضى” خلكو ته خپل باطني حقيقت څرګند كړي؛ نو خلك به كافر كړي؛ د څښتن په شك به ورته په سجده شي، څښتن دى او پر سجده به شي. د هغه فضايلو ته همدا بس، چې ځينې يې په هکله په شك كې دي، چې څښتن دى او كه مخلوق؟[667]

 

امام احمد بن حنبل (رح)[668]

 محمد ابن منصور وايي: موږ له امام احمد بن حنبل سره وو، چې يو سړي ورته وويل: اباعبدالله! ته له حضرت علي د روايت شوي حديث (( انا قسيم النار=زه د دوزخ د اور ويشونكى يم)) په هکله څه وايې؟ احمد بن حنبل ورته وويل: “و ما تنكرون من ذا؟” (ولى ترې انكار كوئ) آيا دا روايت مو ندى اورېدلاى چې پېغمبر اکرم حضرت علي ته وويل:(( مؤمن به درسره مينه لري او منافق به درسره كينه. )) ورته مو وويل:اورېدلاى مو دى. احمد بن حنبل وويل:نو د مؤمن ځاى چېرته دى؟ ورته مو وويل: جنت. و يې ويل: د منافق ځاى چېرته دى؟ ورته مو وويل: دوزخ. بيا احمد بن حنبل وويل؛ نو علي د دوزخ د اور ويشونكى دى [669].

٭ عبدالله بن احمد بن حنبل وايي: له پلاره مې د حضرت علي او معاويه بن ابوسفيان په هکله وپوښتل. په ځواب كې يې وويل:حضرت علي ډېر دښمنان لرل، ډېرې خوارۍ يې وكړې، چې په حضرت علي كې نيمګړنى راوباسي؛ خو پيدا يې نه کړى؛ نو د حضرت علي د تتولو او منځه وړو په موخه يې، د هغه د دښمنانو ستاينې پېل كړى[670].

٭ څومره روايتونه چې د حضرت علي د فضايلو په هکله راغلي، د بل يو صحابي په هکله هم ندي راغلي[671].

٭ علي تل له حق و او حق هم تل له علي سره و[672].

٭ عبدالله بن احمد بن حنبل وايي:يوه ورځ له پلار سره ناست وم، چې يوه ډله راغله او د حضرت ابوبكر، حضرت عمر او حضرت عثمان د خلافت په هکله خبره رامنځ ته شوه؛ نو د حضرت علي د خلافت خبره شوه؛ پلار مې وويل: په رښتيا چې خلافت حضرت علي ته ښكلا ورنه کړه؛ خو حضرت علي خلافت ته ښكلا ور وبښله[673].

٭ عبدالله بن احمد بن حنبل وايي: له پلاره مې د پېغمبر اکرم د اصحابو د فضيلت په هکله وپوښتل، چې راته يې وويل:حضرت ابوبكر، حضرت عمر او حضرت عثمان(؛ يعنى لومړى حضرت ابوبكر، دويم حضرت عمر، درېیم حضرت عثمان)؛ نو ورته مې وويل:حضرت علي دلته څه مرتبه لري؟ را ته يې وويل: حضرت علي له اهلبيتو دى او لدوى سره د پرتلې او قياس وړ ندى. [674]

ابن ابي الحديد معتزلي شافعي (رح)

٭ “. . . . څه ووايم د هغه په هکله چې ټول انساني فضايل پکې رانغښتل شوي او ټولې اسلامې فرقې په ځان پورې تړي. هغه د فضائلو سرچينه ده، د فضل برهانونه ترې راولاړ شوي دي[675].

او همداز ابن ابي الحديد په “عينيه” قصيده، كې كښلي:ما هغې رڼا ته، چې د شپې تياره يې له منځه يوړه، وويل:رڼا!كه د عزى (نجف) له خاورې تېرېږئ؛ نو هغې پاكې خاورې ته ووايه:آيا پوهېږئ، چې څوك يې درسره امانت ايښى دى؟ حضرت “موسى بن عمران”، حضرت “عيسى مسيح” او د اسلام پېغمبر همدلته دي؛ بلكې د څښتن رڼا په تاكې ده. كه څوك د بصيرت سترګې لري؛ نو را دې شي او و دې ګوري. ( تر څو وايي) پر څښتن قسم كه حضرت علي نه واى؛ نو نه به نړۍ واى او نه به د ځمكې پر سر خلك واى. زموږ حساب به د قيامت پر ورځ “هغه”څښتن ته وړاندې كوي. “هغه” به پر هغه وېرونكى ورځ زموږ پناهتون او ملاتړ وي. زه پخپله معتزلي يم؛ خو ستا په خاطر ستا ټول لارويان راباندې ډېر ګران دي [676].

او په بل ځاى كې وايي: تر ټولو غوره او د ملكوت خاوره هغه ده، چې ستا بدن پکې ښخ دى. كه ته حدوث شوى نه واى؛ نو ويلي به مې واى، چې ته په بدنونو كې روح اچوې. كه مړ شوى نه واى؛ نو ويلي به مې واى، چې ته د ټولو روزي وركوونكى يي. ته يې هر څنګه، چې وغواړې زياتوې او كموې او دومره پوهېږم چې د دين د بېرغ ځړولو ته به ستا زوى “مهدي” راځي او په نړۍ كې به مطلق عدالت راولي او زه د هغې ورځې په تمه يم[677].

ابن ابي الحديد د نهج البلاغه په شرح كې ليكلي: نه یوازې د نص له امله؛ بلكې د فضيلت له امله د ولايت چارو ته حضرت علي تر ټولو غوره و. هغه له رسول الله روسته تر ټولو غوره بشر و او ولايت يې حق و[678].

امام ابوحامد غزالي (رح)

(د شافعي مذهب ستر عالم)

ابو حامد محمد ابن محمد غزالي د “سرالعالمين” په كتاب كې ليكلي: د دليل له څېرې حجاب لرې شو او ټول مسلمانان د “خم د غدير” پر واقعه يوه خوله دي چې پر هغه ورځ پېغمبر اکرم وويل: (( د چاچې زه مولى يم؛ نو علي يې هم مولى دى. )) چې پر هغه ورځ حضرت عمر بن خطاب وويل: مبارك دې شه! مبارك دې شه! ابوالحسنه! په رښتيا چې ته زما او د هر مؤمن او مؤمنې مولى يې. پداسې توګه مباركي ويل؛ يعنې:پردې حکم راضي يم، چې د حضرت علي د خلافت په هکله صادرشوې دى(؛ خو له خواشينۍ ) تر هغه روسته ” اماره نفس” پرې د رياست طلبۍ او د خلافت چارو نيولو ته غلبه وكړه[679].

ابو حامد غزالي د ” غدير” په هکله وايي:كه څه هم د رسول الله د “من كنت مولى فعلى مولى” وينا ډېرو علماوو رانقل كړې، چې حضرت عمر لدې خطبې روسته وويل: “بخ بخ لك يا اميرالمؤمنين اصبحت مولاى و مولاى كل مؤمن و مؤمنه”، چې په دې توګه مباركي، د حضرت علي د ولايت منل دي؛ خو روسته، رياست طلبۍ او خلافت غوښتنې پرې برلاسې شوه او لشكر كشۍ او فتوحاتو ورته د هوى او هوس كاسه په لاس وركړه او همدا وو، چې بېرته له اسلامه مخكې وخت ته ورستانه شول او دا تړون او ژمنه يې په ناڅيزه بيه وپلورله. “فبئس ما يشترون[680]

عبدالفتاح عبدالمقصود

 (مشهور مصرى ليكوال او عالم)

. . . بې د پېغمبر اکرم د زامنو له پلار حضرت علي بن ابيطالب نه مې تر محمد عليه السلام روسته، څوك ددې وړ و نه ليد، چې پر پل يې قدم كېږدي او ځايناستى يې شي. زه پردې خبره له تشيع دفاع نکوم؛ بلكې دا هغه نظر دى، چې تاريخ يې نارې وهي، چې حضرت علي تر ټولوغوره انسان دى چې د هغه غوندې به هېڅكله، بل د روزګار مور ونه زېږوي او نېغه لار غوښتونكي چې د هغه په خبرو پسې ولاړ شي؛ نو هره خبره به يې ورته د لمر غوندې ځلېږي. هو! هغه د بشريت په قالب كې دکمال جوړه شوې مجسمه وه[681].

امام فخر رازي (رح) 

(مشهور مفسر او عالم)

د پېغمبر اکرم ددې خبرې له امله: پالونکيه!علي چې هر څنګه وي، حق پرې راڅرخاوه؛ نوځكه كه څوك په ديني مسالوكې حضرت علي خپل مشر كړي؛ نو نېكمرغه به وي. [682]

 

زمخشري (رح)

 (په اصولو كې معتزلي؛ خو په فروعو كې حنفي )

زه به د داسې سړي د فضيلتونو په هکله څه ووايم، چې دښمنان يې له فضيلتونو د كينې له امله انكاري شول او د دوستانو يې هم د ډار له امله فضايل پټ كړل؛ خو سره لدې فضيلتونو په نړۍ كې دومره خپاره شول، چې په لويديځ او ختيځ پورې ورسېدل. زمخشري قدسي حديث راوړي:(( څوك چې له حضرت علي سره مينه ولري؛ هغه به جنتي كړم، كه څه هم زما نافرماني يې كړى وي او كه چا ورسره دښمني وكړه؛ نو دوزخي به يې كړم، كه څه هم زما اطاعت يې كړى وي. )) له حضرت علي سره مينه او د ولايت منل يې د ايمان د كمال لامل دى او د ايمان په كمال کې، كه څوك په فرعو كې څه ګناه وكړي؛ نو زيانمن ندى؛ خو له حضرت علي سره مينه نلرل او د ولايت يې نه منل، ايمان نيمګړى كوى؛ نوځكه د دوزخ د اور وړ دى [683].

حافظ ابونعيم (رح)

د اهل سنتو ستر عالم

حضرت علي بن ابيطالب د قوم مشر، پر خداى عاشق اوګران، د محمد د علم د ښار ور، د قرآن شريف د ايمان د آيتونو مخاطب، د قرآن د اشارو استنباطونكى، د سمى لارې بېرغ، په ايمان راوړلوكې تر ټولو ړومبى، د عدالت غوښتونكيو مشر، په قضاوت تر ټولو پوه، د صبر غونډۍ، د علم خزانه؛ ” علي بن ابيطالب”، د متقيانو مشر او د عارفانو ښكلا، د توحيد د حقايقو خبرونكى، د توحيد د علم د بېرغ ځړونكى، له علم او عقله ډك، د حق ويونكې ژبې او حق اورېدونكيو غوږونو خاوند، پر وفا كوونكى، د فتنو ځپونكى، د څښتن له ازموينو سرلوړى راوتونكى، ناكثان يې دفع، قاسطان يې ذليل او مارقان يې وځپل، “حضرت علي” هغه دى، چې د څښتن د دين په هکله سخت دريځ او د څښتن په ذات كې فاني دى. [684]

ابن صباغ (رح)

(مالکي مذهبى عالم)

تر خولې يې حكمت راوته، په سينه كې يې ښكاره او پټ علمونه وو، له سينې يې د علم سيندونه بهېدل، چې څپې يې دومره څپانده وې، چې پېغمبر اکرم يې په هکله وويل: “زه د علم ښار او حضرت علي يې ور دى. [685]

شبلنجي (رح)

(مصرى شافعي مذهبى عالم)

د څښتن شكرونه چې د نعمتونو جامې يې پوره راواغوستلې او حضرت محمد يې پر ټولو عربو او عجمو غوره وټاكه او اهلبيت يې پخپل فضل او كرم پر ټولو مخلوقاتو غوره كړل، چې د دنيا او آخرت په سيادت كې تر ټولو مخكې ولاړل او ځانونه يې ښكاره او پټوكمالاتو ته ورسول، چې د سترو وياړنو او فضيلتونو خاوندان شول[686].

ابوعلم (رح)

(شافعي مذهبى عالم)

د يوې داسې كورنۍ په هکله څه فكر كوئ، چې څښتن تعالى يې په هکله وويل:”انما يريد الله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت و يطهركم تطهيرا ” چې له ګناه پاك دي او په رحماني قدرت د څښتن عبادت ته چمتو دي او د دې پاكې كورنۍ دوستي يې پر ټولو واجبه كړه او هغوى يې د ايمان بسټونه كړل او و يې ويل: “قل لا اسئلكم عليه اجرا الا الموده فى القربى” او پېغمبر اکرم په څرګنده وويل:(( اهلبيت په انحرافاتو او هلاكت كې له ډوبېدو د ژغورنې بېړۍ ده. [687]))

خطيب خوارزمي (رح)

 (مشهور حنفي مذهبى عالم)

هغه؛ اميرالمؤمنين، د سړيتوب او ځوانۍ د كړۍ قطب و، د نبوت د علم ميراث و، په قضاوت كې تر ټولو اصحابو غوره، امين خليفه، كلك سنګر و، د ځمكې د پاسه او تر اسمان لاندې تر ټولو انسانانو پوه و. د څښتن د رسول رور او د تره زوى، د پېغمبر اکرم د زړه د غمونو د وريځو لرې كوونكى، وينه يې د پېغمبر اکرم وينه، غوښه يې د پېغمبر اکرم غوښه، زامن يې د پېغمبر اکرم زامن، هډوكي يې د پېغمبر اکرم هډوكي او علم يې د پېغمبر اکرم علم دى. له علي سره سوله، له پېغمبر اکرم سره سوله ده او ورسره جګړه له پېغمبر سره جګړه ده. د دنيا د فضائلو ويالې د هغه له فضايلو رابهېدلې او د توحيد او عدل ګلزار د هغه د باغ خبرې او ليكلنې دي. هغه د هدايت د كړۍ قطب دى، د ضلالت د تيارو چراغ، د عقلونو حقيقت او. . . له سره تر پښو پورې حضرت جبرائيل امين ستايلى او پر فضيلتونو يې ګواه دى [688].

آيا د ابوتراب غوندې ځوانمرد، بل څوك شته؟ آيا پر ځمكه د هغه غوندې پاك سړى شته؟ چې كله زما سترګې درد كوي؛ نو شفا يې د حضرت علي د قدمونو خاورې دي. حضرت علي همغه دى، چې د شپې په محراب كې به يې ژړل او د لمر غوندې به ځلېده او د ورځې به په خندا او خوشحاله څېره د جګړې د ميدان په دوړو كې ډوب و. لاس يې د بيت المال له سرو او سپينو زرو خالي و. هغه د بوتانو ماتوونكى و، چې د پېغمبر اکرم پر اوږو يې پښه كېښووله. ټول خلك د مېوې د پوټکي مثال لري او حضرت علي د مېوې د زڼي[689].

ابن حجر عسقلاني (رح)

(مشهور شافعي مذهبى عالم)

حضرت علي بن ابيطالب د جمل، صفين او. . . . په جګړو كې پر حقه و. [690]

حمويي (رح)

(حنفي عالم)

د څښتن شكرونه چې نبوت او رسالت يې پر محمد مصطفى، امين او د امن د مقام پر خاوند پاى ته ورساوه او ولايت يې د هغه پر رور پيل كړ، چې د هغه وينه ده. هغه چې مقام يې محمد ته داسې و؛ لكه د هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير چې نبي نه و. د علم د پټې خزانې ور، د بښنې او احسان ډيوه، د حكمت او عرفان د خپرېدو سرچېنه، د قرآن پر اسرارو پوه، د فرقان پر معناو پوه، پر ښكاره او پټو علمونو پوه، څه چې پټ دي، هغه ته ښكاره دي، چې ولايت يې پر خپل زوى امام مهدي پاى ته ورسېد[691].

فواد فاروقي (رح)

(ليكوال او عالم)

ما دې څښتن له حضرت علي ځار كړي، چې په زړه زړورتيا، په مټو كې زور او په سترګو كې نړۍ غم لري. . . . او د هغه په وير كې اوښكې تويوي، چې په دې دنيا كې د خپلې لور فاطمې او مېړه هومره ورته څوك نه و ګران[692].

. . . . د اسلامي نړۍ ستر انسان (حضرت علي ) پر زړونو حكومت كاوه؛ نه یوازې پخپل وخت كې؛ بلكې له هغه څو پېړۍ روسته هم د هغه په حكومت كې هېڅ خلل ندى راغلى [693].

حضرت علي داسې ځانګړنې لري، چې بل يو مسلمان يې هم نه لري: علي لومړى تن و، چې اسلام يې ومانه، په كعبه كې زيږېدلاى؛ نوځكه ډېر مورخان او څېړونكي ورته د كعبې زوى وايي. [694]

بل فضيلت چې څښتن علي ته ور په برخه كړ:په وړوكتوب كې د پېغمبر (ص) په كور كې ميشت کېدل، چې د پېغمبر اکرم او بي بي خديجى تر نېغې څارنې لاندې لوى شو[695].

په دې كې شك نشته چې حضرت علي له پېغمبر اکرم روسته، ځان د خلافت چارو ته وړ باله؛ خو سره لدې، تاريخ د خلافت د چارو پاڼه بل ډول واړوله؛ خو بيا هم حضرت علي مخالفت ونښوده؛ ځكه اسلام پرې تر خلافته ډېر ګران و[696].

مشران او عالمان به چې د ستونزو په خټو كې ونښتل؛ نو په حضرت علي پسې به تلل؛ په هغه چا پسې چې پېغمبر (ص) به يې تل قضاوتونه تایيدول.

په ژوند كې يې د اسلام او مسلمانانو خدمت ته ډېر زيارونه وګالل؛ څه د پېغمبر اکرم پر ژوند، چې د اسلام خپرېدو ته يې توره وهله او څه د خلفاو په وخت كې او څه پخپل وخت كې؛ خو تاريخ په دې ګواه دى چې پر حضرت علي د خپل خلافت په وخت كې له پخوا ډېر کړاوونه تېر شول؛ ځكه هغه بېلګه وه او د هغه اصولو مراعاتول يې، چې پر مسلمانانو د عدالت د راوستو لپاره كول؛ تر هغه سل ځل زياتې يې پر خپل ځان او خپلې كورنۍ كولې، څو پر عدالت يې كوشنۍ نيوكه هم ونشي او همدا دليل دى، چې حضرت علي تر پېړيو روسته هم د خلكو پر زړونو حكومت كوي؛ نوم دې تل ژوندى وي[697].

شيخ عبدالله شبراوي (رح)

(شافعي عالم)

د هاشمي لړۍ رڼا، نړۍ روښانه كړې ده چې پکې نبوي كورنۍ، علويان او دولس تنه معصوم راځي؛ دوى ستر محمدي فضائل او عزت نفس لري[698].

ابوهذيل (رح)

(د ابن ابي الحديد معتزلي استاد)

ابن ابي الحديد د نهج البلاغې په شرح كې ليكلي: له استاد (ابوهذيل) څخه پوښتنه وشوه:څښتن ته حضرت علي افضل دى كه حضرت ابوبكر؟ ويې و يل: پر څښتن قسم! د “خندق” پر ورځ له “عمروبن عبدو” سره د حضرت علي مبارزه، كه د تلې په يوه خوا كې او د مهاجرو او انصارو ټول عبادتونه د تلې په بله خوا كې كېږدئ؛ نو د حضرت علي د مبارزې ثواب به ترې دروند وي. ته خو لا ځانته حضرت ابوبكر ښى[699].

ابن مغازلي (رح)

(شافعي عالم)

د څښتن او رسول تر ستاينې روسته يې ليكلي:سلام او درود دې پر حضرت علي؛ پر اميرالمؤمنان، د مسلمانانو پر ښاغلي، د سپېڅليو پر مشر، د نېكانو پر مبارك پلار وي او درود او سلام دې پر حضرت فاطمې زهراى بتول وي؛ د حق د رڼا پر رسۍ، د څښتن د رسول پر لور او درود او سلام دې پر امام حسن او امام حسين؛ د جنت د ځوانانو پر ښاغليو وي[700].

عبدالروف مناوي (رح)

 (شافعي عالم)

ټول لومړني او روستني مخلوقات په دې پوه دي، چې پر “كتاب الله” یوازې علي پوهېږي [701].

جاحظ (رح)

(معتزلي مذهبي عالم)

. . . . علي (كرم الله وجهه) پر منبر وويل:(( زموږ كورنۍ (اهلبيت) له هېڅ شي سره د قياس او پرتلې وړ نده. )) هغه رښتيا وويل:ته به څنګه څوك له هغه كورنۍ سره په پرتله كړې، چې د څښتن رسول او دوه پاك شخصيتونه (حضرت علي او حضرت فاطمه بي بي ) او د پېغمبر اکرم دوه زامن (امام حسن او امام حسين) او د څښتن د لارې دوه شهيدان (د څښتن زمرى “حمزه” او د جنت د دوو وزرونو خاوند “جعفر”) له هغوى دي[702].

په رښتيا چې جګړې او كينې د اخلاقو او عقل د زيان لامل دي او همداسې پر اهلبيتو نور خلك افضل ګڼل هم د عقل او اخلاقو د زيان لامل ګرځي؛ نو پر موږ واجب دي، چې ړانده تعصبونه او له نفسه پلوي پرېږدو او له حقه پلوي وكړو؛ د څښتن رضا او د اهلبيتو د فضايلو بيانول پر موږ واجب دي[703].

اتمه برخه

حضرت علي کرم الله وجهه 

 د اهلسنتو په منظمو ادبياتو كې

 

امام محمد بن ادريس شافعي (رح)

( د شافعي مذهب امام)

په يوه غونډه كې چې د حضرت علي، حضرت فاطمې، امام حسن او امام حسين يادونه كېږي؛ نو ځينې دښمنان ددې لپاره، چې له يادونې يې د خلكو پام واړوي؛ نو د نورو يادونه رامنځ ته كوي؛ نو ډاډ من وسئ!څوك چې ددې كورنۍ د ياد مخه نيسي، له بدكارې ښځې به زېږېدلاى وي. هغوى اوږده اوږده روايتونه رانقلوي، چې د حضرت علي د زامنو له صفته مخنيوى وكړي او وايي چې لدې خبرو تېر شئ؛ ځكه دا د رافضيانو خبرې دي. زه د شافعيانو امام له څښتنه له هغو خلكو پناه غواړم، چې د فاطمې دوستۍ ته رافضي وايي. د څښتن درود دې ” د رسول پر آل” وي او لعنت دې پر داسې جاهليت وي[704].

د حضرت علي دوستي د دوزخ له اوره خلاصون دى، د انسانانو او پيريانو امام دى. د مصطفى حقيقى وصي او د جنت او دوزخ ويشونكى دى[705].

ما ته يې وويل: ته رافضي يې!ورته مې وويل:زما دين او ګروهه رفض ندى؛ خو په دې كې شك نشته، چې غوره امام او هادي راباندې تر ټولو ګران دى؛ كه د رفض معنا د پېغمبر اکرم د وصي (حضرت علي ) دوستي وي؛ نو زه تر ټولو ستر رافضي يم [706].

څښتن ته زما د تقرب وسيله نبوي كورنۍ ده. هيلمن يم چې لدوى سره د مينې له امله د قيامت پر ورځ را ته کړنليک په ښي لاس كې راكړي[707].

اى چې د مکې په لور روان يې! د “منى” په شګو كې ودرېږه او د “خيف” د جومات حاجيانو ته چې سهر وختي له “منى” راځي، پر چغو چغو ووايه: كه له “آل محمد” سره دوستي رفض وي؛ نو ټول انسانان او پيريان دې شاهدان وي چې زه رافضي يم[708].

خلك چې مې د ناپوهۍ او بى لارۍ په سمندر كې ډوب وليدل؛ نو د سپېڅلي څښتن په نوم د اهلبيتو په بېړۍ كې سپور شوم او د سپېڅلي څښتن په رسۍ (حبل الله = نبوي كورنۍ) پورې ونښتم؛ لكه چې موږ ته امر شوى، چې په هغه الهي رسۍ پورې ونښلو. چې کله دين پر “٧٢ فرقو” وويشل شو، همغسې چې په بېلابېلو رواياتو كې دا خبره راغلې، چې يوه فرقه پکې پر حق ده؛ نو ته چې ځان د عقل او علم خاوند ګڼې؛ ما ته ووايه چې د پېغمبر اکرم كورنۍ له باطلو فرقو ده؟ يا د حق فرقه ده؟ كه وايې:د حق فرقه ده؛ نو زما او ستا خبره يوه ده او كه وايې چې: باطله او بې لارې فرقه ده؛ نو پوه شه، چې بې لارې يې. په پايله كې پوه شه، چې د نبوي كورنۍ فرقه پر حق ده او پر نېغه لار روانه ده.

زه هم رافضى شوم چې په هغوى پسې ولاړم او څښتن دې تل د هغوى سيورې زموږ پر سرونو لري. ما د حضرت علي او د هغه د اولاد امامت ومانه؛ ځكه پر حقه دي او ته هم پخپله باطله فرقه كې اوسه، څو حقيقت درته معلوم شي[709].

د پېغمبر اهل بيتو! پر موږ د څښتن له اړخه ستاسې مينه او دوستي واجبه شوې او په قرآن كې هم دا خبره راغلې ده. ستاسې فضيلت ته هم دومره بس چې كه څوك په نمونځ كې پر تاسې درود ونه وايي؛ نو نمونځ يې نه قبلېږي او د شعر په پاې كې وايي:كه د ” آل محمد” مينه وال نه يې؛ نو مور دې سر ته كېنه، چې حرمونى يې[710].

ابن ابي الحديد معتزلي شافعي (رح)

كه ابوطالب او زوې يې نه واى؛ نو د اسلام دين به داسې نه واى پېژندل شوې. ابوطالب په مكه كې له هغه (حضرت محمد) ملاتړ وكړ او حضرت علي په مدينه كې. ابوطالب د خپل پلار “عبدالمطلب” پر امر د “عبد مناف” د زامنو د روزنې دنده ومنله، چې ښه يې تر سره كړه او حضرت علي هغه بشپړه كړه. بيا هغه (ابوطالب) د څښتن په امر لدې دنيا ولاړ او خپل ښه بوى (حضرت علي) يي په دنيا كې يادګار پرېښود. ابوطالب د سپېڅلي څښتن د رضا لپاره د څښتن د دين خدمت وكړ او حضرت علي هغه خدمتونه پوره كړل او سرته يې ورسول.

د چټياتو ويوونكي او هغه هوښياران، چې ځانونه يې كاڼه او ړانده كړي، پوه دې شي چې د ابوطالب مقام ته د پيساڼي هومره زيان هم نشي رسولاى. څوك چې شپې ته ورځ او رڼا ته تياره وايي؛ نو د ورځې رڼا ته زيان نشي رسولاى[711].

دا شعرونه ابن ابي الحديد د هغو ناپوهو په ځواب كې ويلي، چې وايي: ابوطالب كافر دى.

تر رسول الله روسته په وياړنو، په شرف او فضيلت كې ستر سيد، د حضرت پېغمبر وصي، د بتول (زهرا) مېړه ” علي مرتضى” و او له هغه روسته يې دوه زامن (امام حسن او امام حسين) او بيا حمزه او جعفر (طيار) وو. [712]

ماته وايي:د حضرت علي صفتونه وكړه. كه زه يې صفت ونه کړم، وېره مې ده چې راته ووايي:دښمن يې يم او كه كله مې د هغه په هکله شعر ندى ويلاى؛ نو د نفس د کمزورۍ له امله ندى او زه هغه نه يم، چې د حق له مذهبه به اوختې يم. كه د نړۍ سمندرونه جوهر (رنګ)، اسمانونه كاغذونه او د نړۍ ونې قلمونه او ټول خلك دحضرت علي د فضيلتونو په ليكلو پېل وكړي؛ نو بيا به هم د هغه فضيلتونه له قلمه پاتې وي[713].

آيا د خېبر پېښه مو نده لوستې؟ چې پکې څومره هېښنده ټكي راغلي دي؟هغه دوه (حضرت ابوبكر او حضرت عمر)، چې د قومندانۍ پر رمز نه پوهېدل؛ نو د ذلت او خوارۍ جامې يې د اسلام بېرغ ته ور واغوستې او له جګړې راوتښتېدل. سره لدې چې پوهېدل، له جګړې تېښته له كفر سره برابره ده؛ ځكه راوتښتېدل، چې لوړ قوي يهودي ځوان له بربنډې تورې سره پر اس سپور واو پر دوى يې بريد وكړ. ته به وې؛ لكه چې د دوى دواړو پر لاسونو نكريزې وې او د هغه تورې د مرګ له وېرې راوتښتېدل (بيا ابن ابي الحديد وايي) زه له ستاسې بښنه غواړم؛ ځكه مرګ تريخ او ژوند خوږ وي او تاسې هم د هر چا غوندې د مرګ له تريخ خونده بېزاره وئ؛ خو مرګ هېڅ څوك ندى پرېښى او په هر چا پسې راځي؛ نو د مرګ خوند هله وي، چې انسان يې پخپله انتخاب كړي؟!

توضيح:د خېبر جګړه د يهودو او د مسلمانانو ترمنځ وه، چې د خېبر په کلا كې راپېښه شوه؛ په دې جګړه كې د رسول الله په امر لومړى حضرت ابوبكر او ورپسې حضرت عمر د جنګ قومنداني ومنله، چې د خېبر کلا فتح كړي؛ خو هغوى په دې جګړه كې ماتې وخوړه او راوتښتېدل؛ بيا رسول الله حضرت علي له يوې ډلې سره د کلا فتح ته ولېږه، چې پايله يې د مسلمانانو برى و؛ نو “ابن ابي الحديد” دا شعر ويلې دى[714].

دا شعرونه د ابن ابي الحديد د اوو ګونو قصيدو له جملې دى.

قاضي ابوالقاسم توخي (رح)

توخي د څلورم هجري كال له عالمانو دى. د مذهب په هکله يې اړپېچ دى؛ خو “علامه اميني” (د الغدير په 3ټوك) “ذهبي” او “سيوطي” يې حنفي بولي؛ خو لدې اختلافاتو دا پايله اخلو چې په اصولو كې معتزلي، په فروغو كې حنفي او پر مذهب زيدي و[715].

د شعر پښتو مفهوم يې دادى:

د پېغمبر اکرم د زامنو له يو زوى، هغه ناصبي او هغه ته، چې په چړچو كې لوى شوى او نسب يې هم ندى معلوم، پېغام او وصيت:هغه ته دا پېغام دى چې په حضرت علي پسې بدې ردې وايي او په عېبونو پسې يې ګرځي. هغه ته دا پېغام دى چې پخپلو خبرو كې د پېغمبر اکرم سبطين رټي. ورته ووايه: د دنيا له ټيټ مقامه ستورو ته نشئ رسېدلاى. هغه ته دا پېغام دى چې د پېغمبر اکرم هغې كورنۍ ته، چې يو عيب هم نلري، د بدو كارونو او دروغو تور کړى. هغوى چې چېرې مجلس كوي، لمر يې تر پښو لاندې ټغر وي او پر هر شي چې سپاره وي، لمر يې مركب وي. دا كورنۍ حضرت جبرائيل، حضرت محمد او حضرت علي روزلې. ” حضرت علي ” د پېغمبر اکرم وزير او وصي دى. هغه چې په اخلاقو كې د پېغمبر اکرم غوندې و. هغه چې پېغمبر اکرم په ” خم غدير “کې د ناصبي دښمنانو له وېرې وويل:

((آيا زه پر تاسې تر تاسې وړ يم؟ )) ټولو وويل:هو! ته وړ يې. بيا پېغمبر اکرم وويل:(( د چاچې زه مولى يم؛ دا زما رور او ملګرى به يې هم مولى وي؛ نو ټول ترې اطاعت وكړئ چې هغه راته داسې دى؛ لكه هارون چې موسى ته و. [716]))

دا شعر قاضي ابوالقاسم توخي د عبدالله بن معتز عباسي په ځواب كې ويلى و. هغه د اهلبتيو له سرسختو دښمنانو و، چې كينه يې پخپلو شعرونو كې هم څرګنده كړى ده.

خطيب خوارزمي (رح)

(د شپږم هجري كال حنفي مذهبى عالم)

د بوتراب غوندې پتمن به چېرته وي؛ پاك ستر مشر. كه سترګې مې خوږې شي؛ نو د حضرت علي د پښو خاورې به رانجه كړم. حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د علم ښار او علي يې ور دى. د عبادت په محراب كې په ژړا و، د جګړې په مېدان كې په خندا دى. له زر او زيور يې سترګې پټې كړي، درهم او دينار يې ندي غونډ كړي. د شيطان له لښكر سره په جګړه كې يې د تورې برېښنا د شيطان لښكر ځپلى. حضرت علي مخكې تردې، چې د ځوانۍ جامې واغوندي، د هدايت جامې يې واغوستې. حضرت علي و، چې د پېغمبر اکرم پر اوږو وخوت او د قريشو بوتان يې مات كړل. حضرت علي دى چې د وصايت په نص د پېغمبر اکرم د ښځو كفيل شو. حضرت علي هغه امين دى چې د هغه او پېغمبر اکرم ترمنځ هېڅ پرده نشته. حضرت علي و، چې په عمروعبدو يې ګوزار وكړ او د هغه پوزه يې پر ځمكه وموږله، چې دې ګوزار يې اسلام ښېرازه كړ. د “برائت”، “خم غدير”، او د “خېبر” د ورځې بېرغ راياد كړه، چې ټولې جګړې يې فيصله كړې. حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم او حضرت علي د موسى او هارون غوندې وو او دا مثال ورته پېغمبر اکرم ويلى و. پېغمبر اکرم خپل جومات ته ټول پرانستل شوي ورونه وتړل؛ خو د حضرت علي د كور ور يې و نه تاړه. خلك پوټكي او حضرت علي زڼى دى. ولايت يې د غاړكۍ غوندې د مؤمنينو پر غاړه كې دى او د دښمنانو پوزه يې پر ځمكه وموږوله. حضرت عمر چې به په كومه مسئله كې راګېر شو؛ نو حضرت علي به ورته هواروله او حضرت عمر به هم ويل:(( كه علي نه واى؛ نو زه به خپلو ځوابونو هلاك كړى وم )). فاطمه، علي او زامن يې د زړونو خوشحالوونكي دي. د چا خوښه، چې د كومې كورنۍ صفت كوي؛ خو زه د نبوي كورنۍ صفت كوم. كه د هغوى صفت ننګ وي؛ نو پخپل عقل مې دا ننګ منلى دى. حضرت علي يې واژه چې د حق پالونكيو او حق پلټونكيو مشر و. د هغه زوى” امام حسن مجتبى” يې وواژه چې د عربو د ځوانانو ښاغلى و، پر ” امام حسين” يې د “فرات” اوبه وچې كړې او په نېزو او تورو يې غلبېل غلبېل كړ. كه د “زينب” خبرې نه واى؛ نو”علي سجاد” به يې هم وژلاى واى، چې وړوكى ماشوم و. “زيد بن علي ” يې اعدام كړ. زړه ژړوي چې د پېغمبر اکرم لورګانې وچې شونډې، تږې او تر ټكنده لمر لاندې وي او د يزيد كورنۍ په ماڼيو كې ورېښمنۍ جامې اغوستې وي او د پېغمبر اکرم كورنۍ(اهل كساء)د اغوستو جامې نه درلودې[717].

يادونه: “حافظ ابوالمويد”، “ابو محمد”، “موفق بن احمد بن ابي سعيد اسحاق بن مويد مکي حنفي” پر اخطب خوارزم مشهور، د شپږمې هجري پېړۍ ستر عالم و.

محي الدين عربي(رح) 

(حنفي عالم)

پر ما له اهلبيتو سره مينه واجب ده؛ ځكه څښتن ته مې د هغه خلكو پر خلاف نږدې کوي چې له خدايه لرې دي. پېغمبر اکرم د خپل رسالت اجر نه غوښته؛ خو له اهلبيتو سره مينه يې غوښته[718].

 

قاضي فضل بن روزبهان (رح)

سلام دې د څښتن پر غوره پېغمبر وي. سلام دې زموږ پر ښاغلي حضرت علي وي. سلام دې پر بي بي فاطمې وي، چې څښتن د ښځو ښاغلې وټاكله. سلام دې پر امام حسن وي، چې له سا اخستو يې د مشكو او عنبرو بوي راځي؛ هغه چې هوښيار و. سلام دې پر ډېر پرهيزګار(؛ يعنې) امام حسين وي؛ هغه شهيد چې تنه يې په كربلا كې ده. سلام دې پر حضرت علي بن الحسين وي چې د عبادت كوونكيو ښاغلى دى. سلام دې پر باقر وي، چې هدايت شوى دى. سلام دې پر صادق وي؛ مشر او امام وي. سلام دې پر ازمېل شوي، نېک خويه امام كاظم وي. سلام دې پر اتم علي بن موسى الرضا وي، چې د غوره شويو ښاغلى دى. سلام دې پر پرهېزګار حضرت علي بن التقى وي، چې سپېڅلى دى او هيلې ورته دي. سلام دې پر هوښيار او تكړه حضرت علي بن محمد النقي وي چې عالم رهبري كوي. سلام دې پر امام عسكري وي، چې د سپېڅلتيا او پاكۍ لښكر تياروي. سلام دې پر حجت قايم حضرت ابوالقاسم وي؛ هغه امام چې ډېر ژر به ظهور وكړي، چې د څښتن په ګوند به ملاتړ شي او ډېر ژر به ووينئ، چې ځمكه به همغسې چې له ظلمه ډكه شوې وه، له عدالته ډكه كړي. سلام دې پر هغه او د هغه پر پلرونو او يارانو، تر هغه وي چې اسمان پر خپل ځاى ولاړ وي[719].

حسان بن ثابتړ (رح)

د غدير پر ورځ پېغمبر اکرم پر خپل امت غږ وكړ او امت يې هم واورېد، چې و يې ويل:((مولى او ولي مو څوك دى؟ )) ورته وويل شول:څښتن مو مولى او ته مو ولي يې او څوك لدې خبرې پر انكار ځان نه ګناهكاروي. بيا پېغمبر اکرم حضرت علي ته وويل:(( راپاڅېږه! په رښتيا چې راضي يم، تر ما روسته د خلكو امام او هادي يې؛ نو د چاچې زه ولي يم؛ علي يې هم ولي دى؛ نو تاسې ټول د علي دوستان او مرستندويان شئ. )) او بيا يې دعا وكړه: (( خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن اوسه. [720]))

حسان بن ثابت د اسلام له سترو شاعرانو دى، چې د پېغمبر اکرم پر ژوند يې هم شعرونه ويل. حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم يې د شعرونو ډېر صفتونه كول، چې يوه ورځ يې وويل:(( د حسان شعر ته شعر نشو ويلاى؛ بلكې هغه ټول حكمت دى. )) څوک دى چې د ركوع په حال كې خپله ګوته فقير ته وركوي او دا خبره يې په زړه كې وساتله؟ څوك دى چې د پېغمبر اکرم په بستره كې څملاست او پېغمبر اکرم د ثور غار پر لور روان شو. څوك دى چې په قرآن كې ورته نهه ځل مؤمن ويل شوى او دا آيتونه ډېر لوستل كېږي. [721]

د حضرت علي سترګې خوږېدې، په درملو پسې ګرځېده؛ خو ويې نه موندې، پېغمبر اکرم ورته خپلې توكاڼې پر سترګو وموږولې؛ نو څومره نېكمرغه ناروغ او څومره مبارك طبيب دى او بيا يې ووېل:(( سبا به (د خېبر د جګړې ورځ) بېرغ داسې سړي ته وركړم، چې د تېرې تورې پهلوان دى، پر هغه څښتن او رسول يې ډېر ګران او هغه هم پر څښتن او رسول يې ډېر ګران دى او دا تړلى ورونه به پرانېزي ))؛ نو بيا يې دا وياړ حضرت علي ته وركړ او خپل وزير يې كړ[722].

عمر بن فارض (رح)

 مشهور مصرى عارف

عمر مې عبث تېر شو. اوس چې مرم؛ نو لاس مې خالي دى، چې یوازې د زړه تسل مې د “نبوي كورنۍ ولايت” دى[723].

مجدالدين ابن جميل (رح)

د اوم هجري كال له شاعرانو او عالمانو دى. د “الغدير” د كتاب له مخې د عباسيانو د ديوان شاعر و او په يوه قصيده كې يې د “الناصرالدين الله” مدحه كړې او پردې قصيده ډېر مشهور شو، څه موده روسته د “تركات حشريه” ديوان كاتب شو، چې دا ديوان د شافعي مذهب له مخې، هغه ديوان و چې د بې وارثو ارث به پکې ليكل كېده. ډېر وخت په زندان كې و او په يوې قصيدې كې يې پر حضرت علي توسل وكړ او د همغې ورځې پر سبا راخلاص شو. د قصيدې پښتو مفهوم يې دا دى.

. . . . او زه به په هغه (حرام مياشت) مياشت كې دعا وكړم او د حضرت علي صفت به خپل مخ ته كېږدم، حال دا د مشكو بوي ترې راځي، ورته به يې ورولېږم. هغه چې د “خم غدير” پر ورځ پېغمبر اکرم ورته ښكاره عزت او شرافت وروبښه. هغه چې لمر ورته ودرېد (ډوب نشو) او نمونځ يې پر وخت وكړ. حال دا پر نورو ځايونو تياره خپره وه. (د ردالشمس كيسې ته اشاره) هغه چې درې ورځې يې پرله پسې ډوډۍ ونه خوړه او فقيرانو ته يې وركړه. هغه چې خواړه به يې كپ سوكړك و او خوښ نشو، چې ښوروا ورسره وخوري. ابوالحسنه! ته هغه ځوانمرده يې، چې كه چا درنه پناه وغوښته؛ پناه به وركړې. د فاطمې بنت اسد زويه!له خپلو شعرونو سره ستا زيارت ته راغلى يم. ته راته په خوب كې راشه او زيرى راكړه، چې لدې ظلم او تېري خلاص شم؛ نو سړى چې خپلې چارې “حيدر” ته وسپاري؛ نو د روزګار له پېښو نه وېريږي. . . . . “

پښتو بابای غزل

امیر حمزه خان شینواری

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

حضرت علي کرم الله وجهه وايي:

أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمُ اثْنَانِ اتِّبَاعُ الْهَوَى وَ طُولُ الْأَمَلِ فَأَمَّا اتِّبَاعُ الْهَوَى فَيَصُدُّ عَنِ الْحَقِّ وَ أَمَّا طُولُ الْأَمَلِ فَيُنْسِي الْآخِرَةَ أَلَا وَ إِنَّ الدُّنْيَا قَدْ وَلَّتْ حَذَّاءَ فَلَمْ يَبْقَ مِنْهَا إِلَّا صُبَابَةٌ كَصُبَابَةِ الْإِنَاءِ اصْطَبَّهَا صَابُّهَا أَلَا وَ إِنَّ الْآخِرَةَ قَدْ أَقْبَلَتْ وَ لِكُلٍّ مِنْهُمَا بَنُونَ فَكُونُوا مِنْ أَبْنَاءِ الْآخِرَةِ وَ لَا تَكُونُوا مِنْ أَبْنَاءِ الدُّنْيَا فَإِنَّ كُلَّ وَلَدٍ سَيُلْحَقُ بِأَبِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَ إِنَّ الْيَوْمَ عَمَلٌ وَ لَا حِسَابَ وَ غَداً حِسَابٌ وَ لَا عَمَلَ .

(تر جمل جګړې روسته ، حضرت علي کرم الله وجهه پر ٣٦ رجب کوفې ته راغى، خلکو ورته ښه راغلاست ووايه، جومات ته ولاړ او تر دوو رکعتونو لمانځه روسته يې اوږده وينا وکړه، چې يوه برخه يې همدا ده: )

 خلکو! په رښتيا پر ستاسې له دوو څيزونو ډېر ډارېږم : ځاني غوښتنې او اوږدې هيلې. په ځاني غوښتنو پسې تلل، انسان له حقه اړوي او اوږدې هيلې له انسانه آخرت هېروي.

 باخبر! دنيا مخ ګرځولى او په تېزۍ تېرېږي او دومره پکې پاتې دي؛ لکه د رانسکورې کاسې په بيخ کې چې څه خيرى وي. پوه شي آخرت مو مخې ته دى دنيا او اخرت هر يو بچي لري، هڅه وکړئ د آخرت له بچو ځنې شئ، نه دنيا؛ ځکه د قيامت پر ورځ هر اولاد خپل مور و پلار ته ورستنېږي، نن د کړنو ورځ ده، نه حساب او سبا د حساب ورځ ده نه د کړنو.

د امیر حمزه خان شینواري سپړنه او کېنستنه – شرحه:

په دې خطبه کې چې امیر المومنین کوم لوړ ادبي حقایق څرګند کړي؛ نو د نن پرمختللي ذهن ته یې هم د رڼا مشعل ګڼلای شو. د ځاني غوښتنو په اړه وايي، څوک چې د ځاني غوښتنو په لمسون ژوند کوي؛ نو حق ته شا کوي او چې بېځایه هېلې لري، اخرت ته یې شا کړې. دا هغه اراویز ټکي دي، چې په دې اوسني پرمختللي پېر کې هم اروا پوهان ددې په رڼا کې نوې لارې جوړولای شي او انسان ته د بریالي ژوند مشعل بلولای شي. دا ښکاره ده چې نفس تل د حیواني غوښتنو د پوره کولو نغوته کوي. حیوانیت د انساني نفس بنسټیز صفت دی او همدا حیوانیت، انسانیت سترګې غړولو ته نه پرېږدي. دې ته قرآن کریم “إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ” وايي او مغلوبولو ته یې ”  وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى ” حکم رالېږلی دی. څومره چې انسان د نفس له غلبې خلاص وي؛ نو هومره به یې انسانیت لوړ او ذهن روښانه وي. کومې پوهې چې څښتن د انسان لپاره ټاکلي؛ نو هغه په حیواني غلبه کې انساني ذهن ته نشي راتللای؛ ځکه چې پر ذهن د حیوانیت د غلبې ګرد پروت وي او چې دا حیواني ګرد لرې نشي؛ نه انسان حقیقي او مثبتې پوهه ترلاسه کولای شي او نه په نړۍ کې د امن وامان رڼا پیدا کېدای شي.

د محبوب الهي، حضرت نظام الدین اولياء په اړه ویل کېږي، چې داسې یو حالت به پرې راتله، چې خادمان به یې له ژونده نهیلي شو. یوه هندو مرتاض و، چې په توجه به یې رنځونه له منځه وړل. خادمانو ورته وویل که خوښه مو وي، له دې هندو مرتاضه به د توجه غوښتنه وکړو. نظام المشایخ دا غوره و نه ګڼله. یوه ورځ یې حالت ډېر خراب شو؛ خادمانو یې کټ دې هندو مرتاض ته یووړ، ده چې ورته توجه وکړه، نو دا حالت یې لرې شو او نظام المشایخ روغ رمټ شو. هندو مرتاض یې وپوښت چې دا ځواک دې له کومې لارې پیدا کړی، ویې ویل، له ځاني غوښتنو سره د مخالفت له لارې. نظام المشایخ ورته وویل، خپل نفس دې وپوښته چې د اسلام منل څه باک لري. مرتاض یو ساعت په فکر کې ډوب و بیا یې وویل، نفس مې اسلام منلو ته غاړه نه ږدي. نظام المشایخ ورته وویل ستا مجاهده به هله تکمیل شي، چې د نفس ددې غوښتنې مخالفت هم وکړې. دې مرتاض سملاسي اسلام ومنه او د نظام المشایخ په مریدانو کې شامل شو.

دویم نفساني حقیقت چې امیرالمومنین بیان کړی، هغه بېځایه اوږدې هیلې دي. د اماره نفس ددې ډول اوږدو هیلو لومه دا ده، چې انسان او په تېره ذهن یې د دنیا په لاس ته راوړنه کې داسې بوختوي، چې له خپل راتلونکي یې غافلوي. د انسان لیوالتیا او غوره والی زیاتره حق پلو ته وي او که نفس یې بوخت نکړي، ښايي د انسانیت په مرسته اماره نفس زندۍ کړي او په دې توګه حیوانیت خپله ازادي له لاسه ورکړي. د کیمیا مینه وال به مو لیدلي وي چې په خپل خیال کې د سرو زرو زېرمې جوړوي او بیا د خپلې ودانۍ او بډایۍ خوبونه ویني، ان تر دې چې اخري وخت یې راورسي او ناکامه او نامراده ګور ته ولاړ شي. داسې نور رنګین خوبونه هم د انسان ګرانبیه وخت ضایع کوي او انسان ټول عمر د حیوانیت په لمسون د انسانیت له رڼا ځنې ړوند پاتې شي. که څوک د امیر المومنین په دې لارښوونو عمل وکړي؛ نو بېشکه نه یوازې دا چې یو کارنده – فعال او بریالی انسان به ترې جوړ شي؛ بلکې دده له کبله به نور انسانان هم د انسانیت معراج ترلاسه کړي[724].

كتابښود

هغه كتابونه  او منابع چې، په دې كتاب كې  ترې ګټه اخستل شوې ده:

 الف : د اهل سنتو منابع

1_ كبير تفسير                                                 فخر رازي

2_  شواهدالتنزيل تفسير                          حافظ حسكاني

3_الدرالمنثور تفسير                                          سيوطي

4_  ابن كثير تفسير                                            ابن كثير

5_كشاف تفسير                                                زمخشري

6_طبري تفسير                                                       طبري

7_بيضاوي تفسير                                               بيضاوي

8_ اسباب النزول تفسير                         واحدي نيشابوري

9_ روح المعاني تفسير                       شهاب الدين الوسي

10_ فتح القدير تفسير                              قاضي شوكاني

11_الكشف والبيان                                               ثعلبي

12_انساب الاشراف                                              بلاذري

13_ كفاية الطالب                                      ګنجي شافعي

14_ ينابيع المودة                   شيخ سليمان قندوزي حنفي     

15_مجمع الزويد                                                  هيثمي

16_ فرايد السمطين                                  علامه حمويني

  17 _ البدايه والنهايه                                         ابن كثير

18_ مناقب امير المؤمنين                              ابن مغازلي

19_ كنزالعمال                                            متقي هندي

20_د بغداد تاريخ                                      خطيب خوارزمي

21_ تاريخ دمشق                                            ابن عساكر

22_تاريخ الخلفاء                                                سيوطي

23_ الصوعق المحرقه                                        ابن حجر

24_مناقب اميرالمؤمنين                                   خوارزمي

25_نورالابصار                                                  شبلنجي

26_الليالي المصنوعه                                         سيوطي

27_اسدالغابه                                                     ابن اثير

28 _ ما نزل من القرآن فى علي                ابو نعيم اصبهاني

29 _ الفصول المهمه                              ابن صباغ مالکي

30 _ المستدرك الصحيحين                    حاكم نيشابوري

31 _ المسند                                             احمد بن حنبل

32_المعجم الكبير                                               طبراني

33 _ تهذيب الكمال                                     حافظ المزى

34_الفضائل                                                        قطيفى

35_ميزانالاعتدال                                                   ذهبي

36 _ استيعاب                                              ابن عبدالبر

37 _ تذكره الخواص                               سبط بن الجوزي

38_تاريخ الاسلام                                                    ذهبي

39_الجامع لاحكامالقران                                       قرطبى

40 _ الفضائل                                            احمد بن حنبل

41 _ الاصابه                                       ابن حجر عسقلاني

42_خصائص اميرالمؤمنين                                    نسائى

43 _ رياض النضره                               محب الدين طبري

44 _ فتح البارى                                  ابن حجر عسقلاني

45_مقتل الامام حسين                                       خوارزمي

46_كنزالفوائد                                                   كراجكى

47 _ خصائص الوحى المبين                      حيى بن بطريق

48 _ مناقب آل علي                                        رشيد الدين

49_احياءالعلوم                                                     ثعلبي

50_جمع الجوامع                                                سيوطي

51 _ سنن ابن ماجه                        محمد بن يزيد قزوينى

52 _ صحيح ترمذي                     محمد بن عيسى ترمذي  

53 _ صحيح بخارى                 محمد بن اسماعيل بخارى

54 _ عمده القارى                            ابن احمد حلبى عينى

55_السنن الكبرى                                                 بيهقي

56 _ شرح نهج البلاغه                              ابن ابي الحديد

57 _ ذخائر العقبى                               محب الدين طبري

58 _ لسان الميزان                               ابن حجر عسقلاني

59 _ حلية الاولياء                                  ابونعيم اصبهاني

60_الاتحاف حب الاشراف                                     شبراوي

61_الجامع الصغير                                             سيوطي 

62_مثنوى معنوى                                                مولوي

63_المحاسن والضداد                                           جاحظ       

64 _ امام علي  بن ابيطالب         عبدالفتاح عبدالمقصود

65 _ بيست و پنج سال سكوت علي                فواد فاروقي

66 _ علي  چهره درخشان اسلام       ابي الحديد، د علي  دواني ژباړه

67 _ معجم الادباء                                       ياقوت حموى

ب : د شيعه و منابع

1 _ تفسير الميزان                     مرحوم علامه طباطبايي ره

2 _  مجمع البيان تفسير                            شيخ طبرسي ره

3 _ البرهان تفسير                                       علامه بحراني

4 _ نمونه تفسير                               جمعى از نويسندګان

5 _ كمال الدين                                             شيخ صدوق

6 _ الغدير                                         مرحوم علامه اميني

7 _ اثارالصادقين                       شيخ صادق احسان بخش

8 _ جلاء العيون                                     علامه مجلسي ره

9 _ ائمه اثنى عشر        احمد بن عبدالله بن عياشى جوهرى

10 _ شيعه در اسلام                            علامه طباطبائى ره

11 _ ولاء ها و ولايتها            علامه شهيد مرتضى مطهري

12 _ سيرى در صحيحين                    محمد صادق نجمي

13 _ الهيات و معارف اسلامى        آيت الله جعفر سبحاني

14 _ اسرار آل محمد                                   سليم بن قيس

15 _ امامت و رهبرى            علامه شهيد مرتضى مطهري

16 _ مصباح الموحدين              عباس علي  موحدي منفرد

17 _ شبهاى پيشاور                   سلطان الوعظين شيرازي

18 _ چكيده انديشه ها                         سيد يحيى برقعي

19 _ سيد الشهداء                       آيت الله شهيد دستغيب

20 _ علي  معيار كامل                دكتر رجب علي  مظلومي

21 _ داستان غدير                                  جمعي از دبيران

22 _ بررسى مسائل كلى امامت       آيت الله ابراهيم اميني

23 _ فاطمه الزهرا                  ګفتار مرحوم آيت الله اميني

24 _ علي  و پيامبران           حكيم سيد محمود سيالكوټي

25 _ چرا شيعه شدم                               سيد محمد رازي

26 _ بوستان معرفت                 سيد هاشم حسيني تهراني

27 _ قصه هاى قرآن                         سيد ابوتراب صفايي

28 _ مباحثى در معارف اسلامى   علامه سيد علي  بهباني

29 _ ادبيات و تعهد در اسلام             محمد رضا حكيمي

30 _ علي  كيست                                   فضل الله كمپاني

31 _ هشتادو دو پرسش                آيت الله شهيد دستغيب

32 _ حق با علي  است                          مهدى فقيه ايماني

33 _ زندګانى فاطمه الزهرا           آيت الله شهيد دستغيب

34 _ ګنجينه هاى شعر و ادب فارسي          مصطفى هادي

35 _ اين است آئين ما                        مرحوم كاشف الغطا

36 _ باب هادى عشر                  مرحوم علامه شهرستاني

37 _ فرهنګ برزګان ايران و اسلام                 آذر تفضلى _ مهين فضائلى جوان

38 _ النور المشتعل                                       تعليق و شرح باقر محمودى بر كتاب ما نزل من القران فى علي  

39 _ صلح امام حسن                        شيخ راضى آل ياسين

40 _ تجريد الاعتقاد                 خواجه نصير الدين طوسي

 41 _ تفسير نورالثقلين       مرحوم عبدعلي  بن جمعه الحويزي

42 _ آنګاه هدايت شدم   دكتر سيد محمد تيجاني سماوي

43 _ اى اشكها بريزيد    ديوان حبيب الله چايچيان (حسان)

بېلابېلې سرچېنې:

1 _ امام علي ، مشعلي  و دژي   سليمان كتانى،ترجمه جلال الدين فارسى

2 _ امام علي  صداى عدالت انساني               جرج جرداق

3 _ الفتوح       ابو محمد احمد بن علي  اعثم كوفي كندي

4 _ محاضرات                                        راغب اصفهاني

5 _ المنجد

6 _ فرهنګ جامع

7 _ منجد الطلاب

8 _ مجمع البحرين

9 _ فرهنګ معين

10_ فرهنګ عميد

 

سرچينې

١- محمد بن اسماعيل بخاري؛صحيح بخاري،چاپ : پر ١٣٢٠ س د مصر خيريه چاپځى .

٢-مسلم بن حجاج نيشابوري؛صحيح مسلم،چاپ :پر ١٢٩٠س د مصر بولاق مطبعه .

٣-محمد بن عيسى ترمذي؛صحيح ترمذي،چاپ : پر ١٢٩٢ د مصر بولاق مطبعه .

٤-احمد بن شعيب نسائي؛صحيح نسائي،چاپ :پر ١٣١٢ د مصر ميمنه مطبعه .

٥- ابي داود سيساتي؛صحيح سيساتي،پر ١٢٨٠ د کستليه مطبعې چاپ .

٦-ابن ماجه قزويني؛صحيح،په دهلي کې د فاروقي مطبعې چاپ .

٧-حافظ ابي عبدالله محمد بن عبدالله نيشابوري په حاکم نيشابوري مشهور؛مستدرک الصحيحين،پر ١٣٢٤ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ .

٨-امام احمد بن حنبل؛مسند،چاپ :پر ١٣١٣ د مصر د ميمنه مطبعه .

٩-امام مالک بن انس؛موطا ،چاپ :پر ١٢٨٠ د مصر حجريه مطبعه .

١٠- امام نعمان ابي حنيفه؛مسند،پر ١٣٠٦ د هندوستان په لاهور کې د محمدې مطبعې چاپ .

١١-امام ابي عبدالله محمد بن ادريس شافعي؛مسند،پر ١٣٠٦ د هندوستان په شهراره کې د خليلي مطبعې چاپ .

١٢- ابي عبدالله محمدبن اسماعيل بخاري د صحيح بخاري خاوند؛ادب المفرد،پر ١٣٠٦ د هندوستان په شهراره کې د خليلي مطبعې چاپ

١٣-حافظ سليمان بن داود؛د ابي داود طيالسي مسند،پر ١٣٢١ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ .

١٤-حافظ ابي محمد عبدالله بن رحمان دارمي؛سنن دارمي،پر ١٣٤٩ د د مشق د اعتدال مطبعې چاپ .

١٥-حافظ ابي بکر احمد بن حسين بن علي بيهقي؛سنن کبرى،پر ١٣٤٩ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ .

١٦-حافظ بن ابي الحسن علي بن عمر دارقطني؛سنن،چاپ : پر ١٣٥١ د دهلي د انصاري مطبعه .

١٧- ابي نعيم حافظ بن عبدالله اصفهاني؛حلية الاولياء،چاپ : پر ١٣٥١ د مصر د سعادت مطبعه.

١٨- حافظ شهاب الدين ابي الفضل عسقلاني په ابن حجر مشهور؛ فتح الباري فى شرح بخاري،چاپ : پر ١٣٧٨ د مصر د مصطفى بابى حلبي او زامنو مطبعه .

١٩-محمد بن سعد کاتب واقدي؛طبقات کبرى،چاپ : پر ١٣٢٢ د بريل ليدن مطبعه .

٢٠-حافظ ابي بکر احمد بن خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ،چاپ : پر ١٣٤٩ د سعادت مطبعه.

٢١-امام ابي جعفر محمد بن جرير طبري؛تاريخ الامم والملوک،چاپ : پر ١٣٥٧ د قاهرې استقامت مطبعه.

٢٢-محمد بن حسن شيباني د امام ابوحنيفه زده کړيال؛مشکل الاثار،چاپ : د هند په لکناهور کې د انوار محمدي مطبعه .

٢٣-ابي جعفر طحاوي؛شرح معاني الاثار: پر ١٣٠٠ د مصطفائي مطبعه .

٢٤-عزالدين ابي الحسن علي بن محمد په ابن اثير مشهور؛اسدالغابه ،چاپ : پر ١٢٨٥ د مصر وهبيه مطبعه .

٢٥-حافظ ابي عمر يوسف بن عبدالله په ابن عبدالبر مشهور؛ استيعاب،پر ١٣٣٦ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ .

٢٦-محمد بن حسن شيباني د امام ابوحنيفه زده کړيال؛الاثار،چاپ : د هند په لکناهور کې د انوار محمدي مطبعه .

٢٧-امام حافظ شهاب الدين احمد بن علي بن محمد عسقلاني په ابن حجر مشهور؛الاصابه ،پر ١٨٥٣ ز  د کلکتې چاپ،چې د مصر د چاپ له نسخې سره سمون خوري .

٢٨-شيخ الاسلام شهاب الدين احمد بن علي بن حجر عسقلاني؛تهذيب التهذيب،پر ١٣٢٥ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ .

٢٩- حافظ شمس الدين محمد بن احمد په ذهبي مشهور؛ميزان الاعتدال،چاپ : پر  ١٣٢٥د مصر دسعادت مطبعه .

٣٠- د جامع البيان تفسير؛امام ابي جعفر محمد بن جرير طبري پر ٣١٠ مړ،چاپ : پر ١٣٢١ د مصر د کبرى بولاق مطبعه .

٣١-د کشاف تفسر؛امام محمدبن عمر زمخشري پر ٥٢٨ مړ،چاپ : پر ١٣٥٤ د مصطفى محمد مطبعه .

٣٢-د مفتاح الغيب تفسير په تفسير کبير مشهور،امام محمد رازي  فخرالدين د علامه ضياء الدين عمر په خطيب رازي  مشهور زوى، پر ٦٠٦ مړ،چاپ : د دارالطباعه عامره مطبعه .

٣٣-ستر امام جلال الدين عبد الرحمن ابي بکر سيوطي؛ د منثور فى تفسير الماثور تفسير،چاپ : پر ١٣١٤ د مصر ميمنه مطبعه .

٣٤-شيخ امام ابي الحسن علي بن احمد په واحدي مشهور؛اسباب النزول،چاپ : پر ١٣١٥ د غيط النوبي مطبه .

٣٥- احمد بن ابراهيم ثعلبي؛ قصص الانبياء (عرائس التيجان) : پر ١٢٩٤ د بمبۍ حيدري مطبعه .

٣٦-حافظ و حجت ابي عبدالرحمان احمد بن شعيب نسائي د سنن نسائي خاوند؛خصايص اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب،چاپ :١٣٤٨ د التقدم العلمي مطبعه .

٣٧-ابن محمد عبدالله بن مسلم په ابن قتيبه مشهور؛الامامة والسياسة،چاپ : پر ١٣٣١ د فتوح الادبيه مطبعه .

٣٨- حافظ نورالدين علي بن ابي بکر هيثمي؛مجمع الزوائد؛هغه نسخه،چې د حسام الدين قدسي په هڅه او اهتمام پر کال ١٣٥٢ چاپ شوې ده .

٣٩-کنزالعمال د جمع الجوامع حافظ سيوطي د متقي هندي ليکنې شرح،پر ١٣١٢ د حيدرآباد د دکن د مجلس دائرة المعارف نظاميه مطبعې چاپ .

٤٠-فيض القدير د جامع الصغير سيوطي شرح د علامه عبدالروف مناوي ليکنه،چاپ : پر ١٣٥٦ د مصطفى مطبعه .

٤١-کنوز الحقائق فى احاديث خير الخلائق د علامه عبدالروف مناوي ليکنه،هغه نسخه،چې د حافظ حسين حلمي په تحرير پر ١٢٨٥ په اسلامبول کې چاپ شوې ده .

٤٢-حافظ ابي جعفر احمد بن عبدالله په محب طبري طبري مشهور؛رياض النضره،هغه نسخه،چې په ړومبي ځل د مصر په اتحاد مطبعه کې چاپ شوې ده .

٤٣-ابي جعفر احمد بن عبدالله په محب طبري مشهور؛ذخائر العفبى هغه نسخه،چې د حسام الدين قدسي په هڅه پر ١٣٥٦ چاپ شوې ده .

٤٤-شهاب الدين احمد بن حجر هيثمي؛صواعق المحرقة،چاپ ،پر ١٣١٤ د مصر ميمنه مطبعه .

٤٥- د علي بن سلطان محمدي قاري مرقاة المفاتيحد خطيب تبريزي د مشکاة المصابيح شرح د ابي محمد حسين بن مسعود فراء بغوي د مصابيح شرح،هغه نسخه،چې پر ١٣٠٩ د مصر په ميمنه مطبعه کې چاپ شوې ده .

٤٦- شيخ شبلجني په مؤمن مشهور؛نورالابصار،چاپ : ١٣٢٢ د مصر ميمنه مطبعه .

[1] وګورئ: 1_ خطيب بغدادي، د بغداد تاريخ ؛ 6 ټوك، 22 مخ، 3275 ګڼه. 2 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة؛ 42 باب، 148 مخ. 3 _ حافظ بن عساكر، ترجمه اميرالمؤمنين تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 431مخ، 941 حديث، 2 چاپ. 4_ ګنجي شافعي، كفاية الطالب؛ 62 باب، 231 مخ. 5 _ سيوطي، تاريخ الخلفاء؛ 172 مخ او همداسې؛ اللئالي المصنوعه؛ لومړى ټوك، 192 مخ، لومړى چاپ. 6 _ ابن حجر، صواعق؛ 76 مخ.

[2] وګورئ: 1_ ابن عساكر، ترجمه امير المؤمنين من تاريخ دمشق؛ 2 ټوك، 430مخ، 940 حديث، 2 چاپ. 2 _ ابن حجر، صواعق؛ 76 مخ. 3 _ سيوطي، تاريخ الخلفاء؛ 171 مخ. 4 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل: لومړى ټوك، 39مخ، 50 حديث د پينځم فصل سريزه، لومړى چاپ او همداسې د همغه كتاب؛ 41 مخ 55 حديث. 5 _ ګنجي شافعي، کفاية الطالب؛ 62 باب، 253 مخ. 6 _ شبلنجي، نورالابصار؛ 73 مخ.

[3] وګورئ: 1 _ حافظ الحسكاني، شواهد التنزيل ؛ لومړى ټوك، 43 مخ، 58 حديث، لومړى چاپ. 2 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة: 42 باب، 148 مخ.

[4]. متقي هندي، علي، کنزالمعال:٢ټ: ٢٥٧-٢٥٨ مخونه.

[5]. حاکم نيشاپوري، المستدرک على الصحيحين:٣ټ:١٢٤مخ

[6]. (بغداد:٦ټ، ٢٢١مخ )

[7]. ( نورالابصار، ٧٣مخ )

[8] (بقره/٢٧٤)

[9]. وګورئ:( ابن عساکر، تاريخ مدينة دمشق، ٣٨ټ:٢٠٨مخ ب)

[10] (بقره/٢٠٧)

[11]. امام احمد حنبل، المسند:اټ، ٣٣٠مخ. ( ٢) حاکم نېشاپوري، المستدرک على الصحيحين: ٣ټ، ١٢٣مخ. ( ٣) امام نسايي، حضايص علي بن ابيطالب، ١٦مخ.

[12]. ابن اثير، اسد الغابد: ٥ټ: ٥٣٠ مخ.

[13] (انسان/ ١-٩)

[14] (حشر/٩ )

[15]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ، ٢٤٦مخ.

[16] (آل عمران/٦١)=

[17]. ابن حجر الصورعق المحرقه ( ٩٣مخ )

[18] (مؤمنون /١١١)

[19]. حاکم حسکاني، شو اهد التنزيل: اټ: ٤مخ

[20]. احزاب: ٣٣ آيت

[21]. ( امام احمد حنبل لالمسند، ٦ټ: ٣٩٣ مخ او صحيح مسلم هم داروايت راوړى دى.

[22]. وګورئ: بلاذري، احمد بن يحيى، النساب الا شراف: اټ: ٢١٥مخ

[23] (رحمن/ ١٩ – ٢٠)

[24]. وګورئ: حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ: ٢٠٨ مخ.

[25] (طور/٢١ )

[26] (شورى/٢٣)

[27]. ( ١) طري، محب الدين، ذخائرالعقبى، ٢٥ مخ. ( ٢) ابن حجر، الصواعق المحرقه، ١٠١مخ. ( ٣) شبلنجى حنفي، نور الابصار: ١٠١مخ.

[28] وګورئ:1 _ زمخشري، د كشاف تفسير؛ 4ټوك، 219مخ كې تر پورتني آيت لاندې. 2 _ بيضاوي، د بيضاوي تفسير؛ 2ټوك، 362مخ كې تر پورتني آيت لاندې. 3 _ ابن كثير پخپل تفسير كې؛ 4ټوك، 112مخ. 4 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة ؛ 32باب، 123 او 444 مخونه. 5 _ ابن مغازلي؛ مناقب علي؛ 307مخ، 352 حديث. 6 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل؛2ټوك، 130مخ، 822 حديث، لومړى چاپ. 7 _ عبدالله بن احمد بن حنبل، الفضايل؛ باب فضائل اميرالمؤمنين علي ؛ 187مخ، 263 حديث، لومړى چاپ. 8 _ هيثمي، مجمع الزوايد؛ باب فضايل اهل بيت؛ 9ټوك، 168مخ. 9 _ سيوطي، د الدرالمنثور تفسير؛ 6ټوك، 7 – 8 مخونو كې تر پورتني آيت لاندې. 10 _ فخر رازي، كبير تفسير؛ 27ټوك، 166مخ كې تر پورتني آيت لاندې. 11 _ ګنجي شافعي، كفاية الطالب؛ 86 باب. 12_ حمويى، فرائدالسمطين؛ 2ټوك، 26باب، 120مخ. 13 _ ابن اثير، اسدالغابه؛ 5ټوك، 367مخ. 14 _ حاكم، المستدرك؛ 3ټوك، 172مخ.

[29] (بينه/٧)

[30]. سيوطي، عبدالرحمان، الدرالمنثور، ترپورته آيت لاندې.

[31] (بقره/٥آيت)

[32]. حاکم حسکاني حنفي شواهد التنزيل: لومړک ټوک، ٦٨مخ

[33] (نساء/٦٩)

[34]. وګورئ:بحراني، سيدها شم، البرهان فى تفسيرالقرآن، لوډک ټوک، ٣٩٣مخ.

[35] (انعام/٥٤)

[36]. فرات کوفي، تفسيرفرات الکوفي:٤٢مخ

[37]. ابن حجر، الصواعق المحرقه: ١٠١مخ.

[38] (توبه/ ٢٦)

[39]. طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البيان، ٣ټ:١٧مخ

[40] (حجرات/١٥)

[41]. حاکم حسکاني حفي، شواهدالتنزيل: ٢ټ، ٨٦مخ.

[42] (احزاب/٢٣)

[43]. فيروزآبادي، سيدمرتضى، افضايل الخمسه، اټ:٢٨٧مخ، له ابن حجر، الصواعق امحرقه، ٨٠مخ راخستې، اوشبلنجي حنفي، نورالابصار:٩٧مخ، له ابن مباغ، الفصول المهمه راخستې ده.

[44] (قصص/٦١)

[45]. حاکم حسکاني، شواهدالتنزيل: ١ټ، ٤٣٧مخ

[46] ( احزاب/٥٨)

[47]. وګورئ: واحدي نيشاپوري، اسباب النزول، ٢٧٣ مخ.

[48] (مطففين/٢٩ – ٣٠)

[49]. زمخشرى محمدبن عمر، انکشاف، فخررازي، التفسيرابکيرترهمدې آيت لاندې.

[50] (ملک/٢٧)

[51]. حاکم حسکانى: شواهد التنزيل:٢ټ: ٢٦٥مخ

[52] (قلم/٥-٦)

[53]. حاکم، حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ ٢٦٧ مخ

[54] (معارج /١-٢)

[55]. طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البيان فى تفسيرالقرآن، ترهمدې آيتونو لاندې.

[56] (محمد/٣٠ )

[57]. ابن مغازلي شافعي، مناقب على بن ابى طالب. ٨٠ مخ

[58] (سجده/١٨)

[59]. حاکم حسکاني، شو اهد التنزيل: لومړى ټوک، ٤٤٦مخ واحدي، نيشاپوري، اسباب النزول، ٢٦٣مخ.

[60] (ق/٢٤)

[61]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ: ١٨٩ مخ.

[62] ( توبه/١١٩)

[63]. ګنجي شافعي، کفاية الطالب، ٢٣٦مخ

[64] (مريم/٩٦)

[65]. بحراني، سيدهاشم، غابة الحرام، ٣٧٣ مخ

[66] (رعد/٧)

[67]. وګورئ: طبري، محمد بن جرير، جامع البيان فى تاويل اى القرآن ( التفسيرالطبري ) ١٣ ټ، ٧٩مخ + فخررازي، التفسير ابکير، ترپورته آيت لاندې.

[68] (زخرف/٥٧)

[69]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ: ١٦٠ مخ.

[70] (نمل/٨٩)

[71]. طبرسي، فضلبن حسن، مجمع البيان، پورته آيت ترتفسير لاندې.

[72] (بقره/٤٣)

[73]. بحراني، سيدهاشم، البرهان فى تفسير القرآن، لومړى ټوک، ٩٢مخ. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ ٢٩٢مخ.

[74] مزمل/٢٠)

[75] (زمر/٣٣)

[76]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ. ١٧٧مخ

[77] (انعام/٨٢)

[78]. حاکم، حسکانى وشواهد -: لومړى ټک د ١٩٧مخ

[79] (لقمان/٢٢)

[80]. بحراني، سيدهاشم، نماية الحرام، ٤٣٤ مخ.

[81] (مؤمن/٧-٩)

[82]. ابن عساکر، تاريخ مدينة دمشق، ٣٧ ټ، ٢٩ مخ.

[83] (واقعه/١٠-١١)

[84]. حاکم، حسکاني ؛٢ټ: ٢١٧مخ.

[85]. حاکم، حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ: ٢٢٠ مخ.

[86] (حشر/١٠)

[87]. حاکم، حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ ٢٤٩مخ.

[88] (توبه/١٩)

[89]. سيوطي، عبدالرحمن، الادرالمنثور، تر پورته آيت لاندې.

[90] (تحريم/٤)

[91]. متقي هندي، علي کنز العمال: اټ، ٢٧٣ مخ.

[92] (طه/٢٩ -٣٤)

[93]. طبري، محب الدين، رياض النضره: ٢ټ: ١٦٣ مخ.

[94] (اسراء/٨٠)

[95]. حاکم حسکاني، شو اهد التنز يل: اټ: ٣٤٩ مخ.

[96] (رعد/٤)

[97]. حاکم نيشاپروري، المستدرک على الصحيحين، ٢ټ:٢٤١مخ.

[98] (هود/١٧)

[99]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: اټ: ٢٧٦مخ.

[100] (انفال/٦٢)

[101]. ګنجي شافعي، کفاية الطالب، ٢٣٤مخ + متقي هندي، علي، کنزالمعال:٦ټ ١٥٨مخ

[102] (مطففين/٢٦)

[103]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل:٢ټ:٣٢٥مخ.

[104] (انفال/٦٤)

[105]. بحراني، سيدهاشم، البرهان فى تفسيرالقرآن، ترتېرآيت لاندې.

[106] ( اسراء/٨١)

[107]. بحراني، سيدهاشم، البرهان فى تفسيرالقرآن، ترهمدې آيت لاندې.

[108] (نباء/٣٨)

[109]. حاکم حسکانيوشواهد التنذيل: ٢ټ، ٣٢٢مخ+ فرات کوفي، تفسيرفرات الکوفي، ٢٠٣مخ.

[110] (نباء/١-٢)

[111]. فرات کوفي، تفسيرفرات الکوفي:٢٠٢مخ

[112]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ:٣١٨مخ.

[113] (صافات/٢٤)

[114]. ابن حجر، الصواعق المجرقه: ٨٩مخ.

[115] (حديد/٢٨)

[116]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ، ٢٢٨ مخ.

[117] (حجر/١٩٢)

[118]. حاکم حسکانى، شواهد. . . : اټ، ٣٢٥ مخ.

[119] (ابراهيم/٢٧)

[120]. بحراني، سيدهاشم، البرهان في تفسيرالقرآن: ٢ټ ٣١٥ مخ

[121] (ابراهيم/٣٥)

[122]. شيخ طوسي، الامالي: ٣٨٨مخ.

[123] (شعراء/ ٢١٤)

[124]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: ١ټ، ٢٤ مخ +طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البيان د پورته آيت په تفسير کې.

[125] (کهف/٤٤)

[126]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: اټ، ٣٥٦ مخ.

[127] (هود/١٢)

[128]. بحراني، سيدهاشم، البرهان فى تفسيرالقرآن، دهمدې آيت په تفسيرکې.

[129] (مائده/٥٥)

[130]. هيثمي، علي بن ابى بکر، مجمع الزوايد: ٧ ټ، ١٧ مخ.

[131] (مائده/٦٧)

[132]. حاکم حسکاني، شواهد النزيل: اټ: ١٩٤مخ + طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البيان، فى تفسيرالقرآن، ٢ټ، ٢٢٣مخ. حاکم حسکاني په شواهدالتزيل ( ١\١٩٠ ) کې وايي: (( داحديث په (( دعاءالهداة الى ادا ءحق الموالاة )) کتاب کې ژورڅېړل شوى دى.

[133] (مائده/٣)

[134]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: اټ: ١٥٨مخ.

[135] (نساء/٥٩)

[136]. حاکم حسکانيي، شواهد التنزيل: اټ: ١٤٨مخ.

[137] يونس/٥٣)

[138]. بحراني، سيدهاشم، البرهان فى تفسير القرآن، دهمدې آيت په تفسيرکې

[139] (يونس/ ٢٥)

[140]. پورته سرچينه: دويم ټوک، ١٨٣مخ.

[141] (احزاب/٢٥)

[142]. حسکاني، شواهد. . . : ٢: ٥٧ مخ

[143]. حاکم حسکاني، شواهدالتنزيل: ٢ټ:٥٧ مخ.

[144] (صف/٤)

[145]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ، ٢٥١مخ.

[146] (آل عمران/١٤٤)

[147] (آل عمران/١٤٦)

[148]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: اټ: ١٣٦ مخ

[149] (نجم/٤٣ آيت)

[150]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ: ٢٠٧مخ

[151] (رعد/٤٣)

[152]. بحراني، سيدهاشم، البرهان فى تفسيرالقرآن، دهمدې آيت په تفسيرکې.

[153] (حجر/٧٥)

[154]. فرات کوفي، تفسير فرات الکوفي، ٨١مخ.

[155] (نحل/٤٣)

[156]. حاکم حسکاني، شواهد. . . اټ، ٣٣٤مخ.

[157] (حاقه/١٢)

[158]. بلاذري، احمدبن يحي، انساب لا شرافت، ٢ټ: ١٢١مخ.

[159]. طبري، محمدبن جرير، جامع البيان فى تاويل آى القرآن ( تفسيرالبطري)

٢٩ټ، ٥٦مخ.

[160] (اعراف/٤٦)

[161]. ( الصواعق المحرقه، ١٠١مخ )

[162] (رعد/٢٩)

[163] (عبس/٣٨ – ٣٩)

[164]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل: ٢ټ:٣٢٤مخ

[165] (فصلت/٤٠)

[166]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل ٢ټ ١٢٩ مخ.

[167] (مرسلات/٤١)

[168]. حاکم حسکاني، شواهد. . . ٢ټ، ٣٦٧مخ.

[169] قارعه/٦- ٧)

[170]. حاکم حسکانى، شواهد. . . ٢ټ ٣٧٦مخ

[171] (ق/٢١)

[172]. حاکم حسکاني، شواهد التنزيل، ٢ټ: ١٨٨ مخ.

[173] وګورئ: 1 _ سيوطي، د الدرالمنثور تفسر؛6ټوك، 439مخ. 2 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل: 2ټوك، 373مخ، 1156حديث، لومړى چاپ. 3 _ حافظ ابي نعيم اصبهاني، ما نزل من القران فى علي كې تر پورتنې آيت لاندې.

[174] =صافات:130)

[175] وګورئ: 1 _ حافظ ابي نعيم اصبهاني، “ما نزل من القران فى علي ” كې تر پورتني آيت لاندې. 2 _ ابن حجر هيثمي، صواعق المحرقه؛ 76مخ. 3 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل: 793ګڼه، 2ټوك.

[176] ( مستدرک الصحيحين: 3 ټوک، 483 مخ )

[177] ( نورالابصار:69 مخ )

[178] ( کنزالحقايق:188مخ ) دا روايت ديلمي هم نقل کړى دى.

[179] ( اسد الغابه:3ټوک، 31 مخ )

[180] وګورئ: بيست و پنج سال سكوت علي، فواد فاروقي؛ 38مخ.

[181] ( مستدرک الصحيحين: 3ټوک، 576 مخ )

[182] ( رياض النضره: دويم ټوک: 214 مخ ) دا خبره طبراني هم نقل کړې ده.

[183] ( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک، 107 مخ )

[184] ( استيعاب: دويم ټوک، 466 مخ ) په دې خبره احمدبن شعيب بن علي نسائي هم منښته کړې ده. پر دې خبره ابن حجر په صواعق72 مخ، عسقلاني په فتح الباري ؛شپږم ټوک، 71 مخ او شبلنجي د نورالابصار په 73 مخ کې هم منښته کړې او شبلنجي هم دا خبره له ابي علي نيشابوري نقل کړې ده.

[185] ( د بغداد تاريخ: 11 ټوک، 173 مخ )

[186] ( ذخاير العقبى؛69 مخ ) دا حديث راوړى او ويلي يې دي: ملا هم هغه په خلاه سيرة کې روايت کړى دى ( کنزالعمال: 6ټوک، 158 مخ ) هم دا حديث په څه اختلاف راوړى او د طبراني وينا يې د کبير په کتاب کې له ابي الحمراء نقل کړې ده او په هماغه مخ کې يې يو بل روايت په دې مضمون راوړى او ابن عساکر او ابن جوزي له دوو لارو له ابي الحمراء روايت کړى دى. ابونعيم هغه په لږ اختلاف د حلية د 3 ټوک په 26 مخ کې په خپل سند له ابي الحمراء نقل کړى دى.

[187] ( کنزالعمال:6ټوک، 156 مخ ) رياض النضره:2ټوک، 226 مخ کې له حضرت عمر بن خطاب (رض) نه روايت شوى، چې د پورتني روايت پر مضمون يې لېينه-ګواهي ورکړې ده. ( له ابن سمان او حافظ نه د سلفي په کتاب کې نقل )

[188]صحيح بخاري:کتاب الصلوة په رکوع کې د تکبير اتمام په باب کې. دا روايت يې د لمانځه په بل باب کې هم راوړى دى او مسلم هم د خپل صحيح د کتاب الصلوة ( باب التکبير في کل خفض و رفع ) او نسائي ؛ صحيح:لومړى ټوک، 164 او 167 مخونو او ابوداوود ؛صحيح:5ټوک، 84 مخ او احمد حنبل ؛مسند: 4ټوک، 428 او 429 او 440 مخونو او ابن ماجه ؛کتاب الصلوة: باب تسليم کې له ابي موسى او فتح الباري في شرح البخاري:2ټوک، 413 او 414 مخونو کې دا مضمون په لږ اختلاف راخستى دى.

[189] استيعاب:2ټوک:469 مخ

[190] (اسدالغابه:4ټوک:39 مخ ) د علي د ښکلا په اړه له مدرک بن حجاج نه يو حديث نقل کړى دى. رياض النضره:2ټوک:202 مخ هم د ملا له سيره نه رانقل کړي.

[191] ( رياض النضره:2ټوک:218 مخ )

[192] ( کنزالعمال:3ټوک:336 مخ ) (اخستل شوى دى له: د حاکم له تاريخه، د صابوني له ماتينه او د ابوعبدالرحمان سلمي له امالي څخه ) ( نورالابصار:94 مخ ) کې د علي د ګوتو په اړه روايت راغلى دى ).

[193] (صحيح بخاري د بدءالخلق، باب مناقب علي بن ابيطالب کتاب) دا روايت په لږ اختلاف د کتاب الصلوه ؛باب نوم الرجل في المسجد کې او د (الادب باب تکنى بابي تراب) په کتاب کې او د (استيذان _ باب القائله فى المسجد ) کتاب هم راړى دى او بخاري هم د ( ادب المفرد ؛باب من کنى رجلا بشىء و هو فيه ) په کتاب کې او همداراز مسلم د خپل صحيح د ( فضايل الصحابه باب من فضل علي بن ابيطالب ) په کتاب کې او ابن جرير طبري د خپل تاريخ په 2ټوک:124 مخ کې هم نقل کړى دى.

[194] (خصايص نسائي:39 مخ ) دا روايت احمد هم د خپل مسند ؛4ټوک:262 مخ کې، حاکم ؛ مستدرک الصحيحين:3ټوک، 14 مخ کې، طحاوي؛ مشکل الاثار: لومړى ټوک، 351 مخ کې، متقي ؛کنزالعمال:6ټوک، 399 مخ کې او بغوي، طبراني، ابن مردويه، ابن عساکر او ابن النجار هم نقل کړى دى. (کنزالعمال:4ټوک:390 مخ ) او ابونعيم ( په معرفت کتاب کې له سهل عدى نه ) پر همدې مضمون روايتونه رانقل کړي دي.

[195] (هيثمي؛مجمع:9ټوک، 111 مخ ) د هيثمي د وينا له مخې، دا حديث طبراني په کبير کې او هم اوسط او متقي د کنزالعمال:6ټوک:156 مخ کې نقل کړى دى.

[196] ( حلية الاولياء:3ټوک:201 مخ ) دا روايت محب طبري؛ رياض النضره:2ټوک، 154 مخ او علي بن سلطان ؛شرح مرقاه:597 مخ کې دواړو د احمد له مناقب نقل کړى دى او احمد په خپل مناقب کې ويلي: همدا چې فاطمه له دنيا ولاړه؛ نو علي وويل:دا دويم رکن و. دا روايت مناوي هم د کنوز الحقايق په 79 مخ کې له ديلمي نقل کړى دى او متقي؛کنزالعمال:6ټوک، 159 مخ له له ابي نعيم نه او د 7 ټوک په 107 مخ کې يې د ابي نعيم د معرفت له کتابه او له ديلمي او ابن عساکره نقل کړى دى.

[197] (نورالابصار:94 مخ )

[198] ( رياض النضره:2ټوک:155 مخ )

[199] ( کنوز الحقايق:٤٣ مخ )، ( د بغداد تاريخ: دويم ټوک، ٨٥ مخ ) او (رياض النضره: دويم ټوک، ١٩٣ مخ ).

[200] ( د بغداد تاريخ: شپږم ټوک، ٤٣٧ مخ )

[201] ( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک، ١٢٤ مخ )

[202] ( حليةالاولياء: لومړى ټوک، ٦٣ مخ )، ( محب طبري؛رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٧ مخ ) او د هغه د وينا له مخې فضائلي او خجنه ى او (متقي؛کنزالعمال:شپږم ټوک، ١٥٧ مخ )، ( هيثمي؛مجمع:نهم ټوک، ١٣١ مخ )، ( حلية اولالياء: پينځم ټوک، ٣٨ مخ )، ( د بغداد تاريخ:يوولسم ټوک، ٨٩ مخ )، ( کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٧ مخ او دشپږم ټوک په ٤٠٠ مخ) او هيثمي د مجمع د نهم د ټوک په ١١٦ مخ کې او صواعق په ٧٣ مخ کې په دې اړه روايتونه رانقل کړي، چې

[203] (مستدرک الصحيحين: درېم ټوک، ١٣٧ مخ )

[204] ( متقي؛کنزالعمال: درېم ټوک، ١٣٧ مخ ) او د هغه د وينا له مخې باوردي، ابن قانع، بزار، حاکم او ابونعيم له اسعد بن زراره ( اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ٣٣ مخ ) له سعد بن زراره، ابن اثير په اسدالغابه ( لومړى ټوک، ٦٩ مخ او همداراز درېم ټوک، ١١٦ مخ )، (محب طبري؛رياض النضره:دويم ټوک، ١٧٧ مخ )، ( هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٢١ مخ ) له عبدالله بن حکيم او ( رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٧ مخ له حضرت علي (ک) او ( حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٦٦ مخ ) له شعبي او د لومړي ټوک په ٦٣ مخ کې يې له انس؛ د بغداد تاريخ: ديارلسم ټوک، ١٢٢ مخ او د يوولسم ټوک په ١١٢ مخ کې له حضرت ابن عباس؛ ( ابن حجر؛اصابه: اووم ټوک، لومړى قسم، ١٦٧ مخ ) له ابو احمد او ابن منده او نورو د اسحاق بن بشر اسدي له خالد بن حارث، له عوف له حسن له ابي ليلي غفاريه او ( استيعاب: دويم ټوک، ٦٥٧ مخ ) او سد الغابه: پينځم ټوک، ٢٨٧ مخ او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٢ مخ کې له ابي ذر، سلمان او مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٨ مخ کې او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک، ١٥٦ مخ ک او رياض النضره د دويم ټوک په ١٥٥ مخ کې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٤ مخ کې له ابي مسعر څخه په دې اړه روايتونه رانقل کړي، چې په وروستي کې يې پورته حدیث راغلی دی.

[205] ( حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٦٤ مخ )

[206] ابن حجر هم د صواعق په ٧٦ مخ کې او شبلنجي د نور لابصار په ٧٣ مخ کې او هيثمي د مجمع په د نهم ټوک په ١١٢ مخ کې او محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٧ مخ کې او متقي د کنزالعمال د درېم ټوک په ٣١٩ مخ کې او مستدرک الصحيحين د درېم ټوک په ١٢٩ مخ کې په دې اړه روايتونه رانقل کړي، چې وروستى په خپل سند له جابر څخه راخستى، چې وايي.

[207] ( خطيب بغدادي ؛د بغداد تاريخ: څلورم ټوک، ٣٧٧ مخ )

[208] ( حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٨٢ مخ ) دا روايت ( رياض النضره: دويم ټوک، ٢٣٥ مخ ) کې راوړى او د الصفوة او ملا سيرة ته يې نسبت ورکړى دى.

[209] ( حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٨٢ مخ )

[210] ( حلية الاولياء: لومړى ټوک، ٨١ مخ ) دا روايت ابونعيم هم د نهم ټوک په ٥٣ مخ کې او همداراز متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٦ مخ کې رانقل کړی دى.

[211] ( اسدالغابه: څلورم ټوک، ٢٤ مخ )

[212] ( صواعق محرقه: ٧٩ مخ )

[213] ( رياض النضره: دويم ټوک، ٢٣٦ مخ ) او همداراز: ( هيثمي؛مجمع: ١٥٨، ١٦٥ مخونه )، ( کنزالعمال:شپږم ټوک، ٣٩٣ مخ ) او ( د بغداد تاريخ: لومړى ‌ټوک، ٤٩ مخ ) د علي د عدالت، قضاوت او پر خلکو د پام په اړه روايتونه رانقل کړي دي.

[214] ( رياض النضره: دويم ټوک، ٢٣٤ مخ )

[215] ( بخاري؛ ادب المفرد: باب تکبر ) دا روايت علي بن سلطان هم د مرقاة د پينځم ټوک په ٥٠٧ مخ کې راوړى او د بغوي معجم کتاب ته يې نسبت ورکړى دى.

[216]</