تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر انشقاق سورت تفسیر انشقاق سورت دا سورت پینځویشت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د چاودېدو په مانا دی. د نورو مکي سورتونو په څېر، ددې سورت چورلیځ هم معاد […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

انشقاق سورت تفسیر

انشقاق سورت

دا سورت پینځویشت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د چاودېدو په مانا دی.

د نورو مکي سورتونو په څېر، ددې سورت چورلیځ هم معاد او قیامت دی.

د هستۍ د شته غونډال – نظام شړېدل او د ځمکې او آسمان د پېیون – نظم ړنګېدل، د قیامت د پېښېدو خبر او په نړۍ کې د بل  غونډال – نظام جوړېدو خبر ورکوي.

په قیامت کې د انسان هڅې او غورځې پرځې پایله ورکوي او د پاکانو او ناپاکانو کړنلیکونه یې په لاسونو کې ورکول کېږي، چې له مخې یې ثواب یا سزا ورکړل شي او دا د تاریخ په ترڅ کې د پالونکي دود دی او له ټولو سره پر همدې بنسټ شمېرانه – محاسبه کېږي.

په روایتونو کې راغلي، په تدبر ددې سورت د آیتونو تلاوت، انسان له دې خوندي او ژغوري، چې کړنلیک یې په کیڼ لاس کې ورکړ شي[1].

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

إِذَا السَّماءُ انْشَقَّتْ«1» وَ أَذِنَتْ لِرَبِّها وَ حُقَّتْ«2» وَ إِذَا الْأَرْضُ مُدَّتْ«3» وَ أَلْقَتْ ما فِیها وَ تَخَلَّتْ«4» وَ أَذِنَتْ لِرَبِّها وَ حُقَّتْ«5»=چې اسمان [= اسماني كرات] وچوي،او د خپل پالونكي (حكم) ومني او ورسره ښايي، چې دغسې وکړي،او چې ځمكه وغوړول شي،او څه چې پكې دننه پراته دي، (دباندې) وغورځوي او تشه شي، او د خپل پالونكي (حكم) ومني او ورسره ښايي، چې دغسې وکړي،

ټکي:

* «انشقاق» چاودېدو ته وايي. حضرت علي کرم الله وجهه وویل:«تنشق السماء من المجره[2]»؛یعنې آسمان د ستور ټلیځ – کهکشان له لارې شړېږي.

* «أَذِنَتْ» له «اذن» اخستل شوی او خبرې ته د غوږ ايښودو په مانا دی او «حُقَّتْ»؛ یعنې حق یې دا و، ددې کار وړ و.

* په قیامت کې، څه چې په ځمکه کې دي، له مړیو نیولي تر زېرمو او… ټول بهر راغورځول کېږي.

لکه څنګه چې په زلزال سورت کې وايي: إِذا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزالَها وَ أَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقالَها …

 

پېغامونه:

1-د قیامت په درشل کې کلک او کوټلي آسمانونه «سَبْعاً شِداداً[3]» چوي. «إِذَا السَّماءُ انْشَقَّتْ»

2- هستي د الله (ج) امر ته تسلیم لاس په نامه ده. «أَذِنَتْ لِرَبِّها» (دا غونډله – جمله آسمان و ځمکې دواړو ته راغلې ده.)

3- طبیعت یو ډول شعور لري، د الله (ج) د حکم منونکی دی. «أَذِنَتْ لِرَبِّها»  

4- یوازې الله (ج) ته تسلیمېدل، وړ تسلمېدل دي. «حُقَّتْ»

5-په قیامت کې، ځمکه دومره بدله شي، چې ناهوارۍ او کنډې کپرې یې له منځه ولاړې او ګرده پراخه او هواره شي. «إِذَا الْأَرْضُ مُدَّتْ»

 

یا أَیُّهَا الْإِنْسانُ إِنَّکَ کادِحٌ إِلی رَبِّکَ کَدْحاً فَمُلاقِیهِ«6» فَأَمّا مَنْ أُوتِیَ کِتابَهُ بِیَمِینِهِ«7» فَسَوْفَ یُحاسَبُ حِساباً یَسِیراً«8» وَ یَنْقَلِبُ إِلی أَهْلِهِ مَسْرُوراً«9» وَ أَمّا مَنْ أُوتِیَ کِتابَهُ وَراءَ ظَهْرِهِ«10» فَسَوْفَ یَدْعُوا ثُبُوراً«11» وَ یَصْلی سَعِیراً«12» إِنَّهُ کانَ فِی أَهْلِهِ مَسْرُوراً«13» إِنَّهُ ظَنَّ أَنْ لَنْ یَحُورَ«14» بَلی إِنَّ رَبَّهُ کانَ بِهِ بَصِیراً«15»=انسانه! په حقيقت كې د خپل پالونكي لوري ته پوره هڅې كوې (او كړاوونه ګالې)؛ نو ورسره به مخ شې؛ نو چا ته یې چې كړنليك په ښي لاس وركړ شو؛ نو ژر به اسان حساب ورسره وشي، او خپلې كورنۍ ته به خوشحال ورستون شي. او چاته يې چې كړنليك له څټه وركړ شو؛ نو ژر به مرګی وغواړي! او [له لمبو ډک] اور ته به ورننووځي (او سوځي به)؛ [ځكه] چې تل په پخپله كورنۍ كې (په خپل كفر او ګناه) خوشحاله و. [ځكه] ګومان يې كاوه، چې (د الله لوري ته) به ورستون نشي. هو! په حقيقت كې پالونكی يې پر حالاتو څارن و.

 

ټکي:

* د «کدح» کلیمه هم د هڅې او کوښښ په مانا راغلې او هم د زیان رسولو په مانا؛ یعنې انسان د خپل پالونکي پر لوري وردرومي؛ خو له خپګان سره ورتګ، ته وا ځان ټکنی او خرابوي.

* په حدیث کې لولو: څوک چې درې ځانګړنې ولري، الله (ج) به ورسره اسان حساب کوي او په خپله لورنه به یې جنت ته ورننباسي: هغه چې بې برخې کړی، ورکړه ورته وکړي، هغه چې ورسره پرېښې، صله رحم او زړه سوی ورسره وکړي او له هغه تېر شي، چې تېری یې پرې کړی.«تعطی من حرمک تصل من قطعک و تعفو عمن ظلمک[4]»

* په نهم او دیارلسم آیت کې د کورنۍ په نزد د خوشحالۍ خبره ده، یوه منفي خبره، چې نیوکه پرې شوې او یوه یې مثبت، چې د نېکچاریو ثواب دی . هو! د بې غوره خوشحالۍ پایله دوزخ دی او په دنیا کې د ایمان او تقوی پایله، په قیامت کې له خپلې کورنۍ سره خوشحالي ده.

* حضرت علي کرم الله وجهه د «یَنْقَلِبُ إِلی أَهْلِهِ مَسْرُوراً» آیت په باب وپوښتل شو، و یې ویل: هغوی چې په دنیا کې یې اوبېږ – اېیل، واړه زاږه هم جنتي ول، که مؤمن وي؛ نو په قیامت کې به یې اېیل هم وي.

 

پېغامونه:

1- انسان د الله (ج) پر لوري په حرکت کې دی. «یا أَیُّهَا الْإِنْسانُ إِنَّکَ کادِحٌ إِلی رَبِّکَ» (لکه څنګه چې بل ځای وايي: «إِنّا لِلّهِ وَ إِنّا إِلَیْهِ راجِعُونَ[5]» 

2- انسان د الله (ج) پر لوري په حرکت کې، له بې شمېره ستونزو سره مخ دی. «إِنَّکَ کادِحٌ إِلی رَبِّکَ»

3-الله (ج) په تاریخ او ټولنه کې ثابت قوانین ایښي، چې ټول ترې تبعیت کوي، نه تمېدای شي، نه شاته تلای شي او نه کوم بلخوا تلای شي«کادِحٌ إِلی رَبِّکَ کَدْحاً»

4-د انسان د یون پای، الله (ج) ته رسېدل دي. «فَمُلاقِیهِ»

5-په دنیا کې د انسان کړنې ثبتېږي او په قیامت کې په مستند او لیکلې بڼه وروړاندېږي. «أُوتِیَ کِتابَهُ»

6- په قیامت کې د خلکو حساب و کتاب ډول ډول دی او د نېکچاریو حساب و کتاب اسان دی. «حِساباً یَسِیراً» ( او تبهکاران ستونزمن حساب لري. «حِساباً شَدِیداً[6]»

7-په دنیوي خوشحالیو مه غره کېږئ، چې ژرتېرې دي، د قیامت د تلپاتیو خوشحالیو په باب سوچ وکړئ. (که نن مو د الهي حکم په پار، ځینو کورنيو خوندونو ته ورشا کړه او د جهاد، علم زده کړې یا چوپړ په پار له کورنۍ لرې شوو؛ نو په ګانده – راتلونکي کې به جبران شي.) «یَنْقَلِبُ إِلی أَهْلِهِ مَسْرُوراً»

8-که څه په پیل کې خلک یو له بله تښتي: (یَوْمَ یَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِیهِ …[7]) خو هغه چې حساب یې آسان او ځګی یې جنت وي، خپلې کورنۍ ته ورستنېږي.«یَنْقَلِبُ إِلی أَهْلِهِ مَسْرُوراً» (شونې ده یو له بله تښتېدونکيو مراد، کافران وي)

 

فَلا أُقْسِمُ بِالشَّفَقِ«16» وَ اللَّیْلِ وَ ما وَسَقَ«17» وَ الْقَمَرِ إِذَا اتَّسَقَ«18» لَتَرْکَبُنَّ طَبَقاً عَنْ طَبَقٍ«19» فَما لَهُمْ لا یُؤْمِنُونَ«20» وَ إِذا قُرِئَ عَلَیْهِمُ الْقُرْآنُ لا یَسْجُدُونَ«21»= پر شفق [هغه سپين والى،چى د ماښام په سوروالي پسې راځي] قسم! او قسم پر شپې او څه چې رانغاړي، او پر سپوږمۍ قسم، چې ټيكلى یې پوره شي،چې هرومرو تل پړاو په پړاو له يوه حالته بل حالت ته تېرېدونکي روان ياست (چې كمال ته ورسئ) نو پر دوى (كافرانو) څه شوي، چې ايمان نه راوړي؟! او چې قرآن ورلوستلېږي (؛ نو غاړه نه ږدى او) سجده نه كوي؟!

 

ټکي:

* «یَحُورَ» له «حور» اخستل شوی او رجوع او ورستنېدا ته وايي او مراد ترې په قیامت کې اخروي ژوند ته ورستنېدل وي.

* «طَبَقٍ» د تطبیق او انطباق په مانا دی؛ یعنې یو د بل له پاسه د دوو څیزونو ایښودل کېدو او یا حالت ته هم وايي؛ ځکه د انسان روح له دې حالت سره منطبق شوی دی؛ نو «لَتَرْکَبُنَّ طَبَقاً عَنْ طَبَقٍ»؛ یعنې تاسې به پر یوه داسې حالت او ځانګړنې ورسپاره شئ، چې د سپرلۍ په څېر به مو مقصد ته رسوي[8].

*لکه څنګه چې د لمر لویدو پر مهال، سوروالی راڅرګند شي، بیا یې د شپې تورتم راونغاړي او بیا د سپوږمۍ رڼا د شپې په تیاره کې رڼا کوي او دا حالتونه په یو بل پسې راځي، تاسې انسانان هم یو په بل پسې راځئ او د الله (ج) پر لوري د تکامل په بهیر کې بېلابېل حالتونه لرئ.

* له «لَتَرْکَبُنَّ طَبَقاً عَنْ طَبَقٍ» نه مراد، د ژوند بېلابېل پړاوونه دي، چې انسان یې د خپل یون په بهیر کې د پالونکي پر لور وهي . دنيوي ژوند، برزخي ژوند او اخروي ژوند[9].

 شونې ده له «لَتَرْکَبُنَّ طَبَقاً عَنْ طَبَقٍ» مراد دا وي، چې ستاسې برخلیک، د تېرو قومو له مخې دی. که د هغوی په څېر نټه وکړئ؛ نو ورک به شئ او که د هغوی په څېر ایمان راوړئ، و به ژغورل شئ، یو حدیث هم ددې مانا تاییدونکی دی.

* په «إِذا قُرِئَ عَلَیْهِمُ الْقُرْآنُ لا یَسْجُدُونَ» آيت کې له سجدې مراد، خضوع، تصدیق او ایمان دی، ګنې نو هر آیت چې تلاوتېږي، خلک باید سجده ورته وکړي.

 

پېغامونه:

1-د انسان د بدمرغیو سرچینه له معاده غفلت او یا ترې نټه ده. «ظَنَّ أَنْ لَنْ یَحُورَ»

2-د معاده منکران یې د ګومان له مخې منکر دي، نه د پوهې له مخې. «ظَنَّ أَنْ لَنْ یَحُورَ»

3-د بې غوره خوشحالیو جرړه، له آخرته په غفلت کې ده.(کانَ فِی أَهْلِهِ مَسْرُوراً … ظَنَّ أَنْ لَنْ یَحُورَ)

4- عقل او احتیاط حکم کوي، چې که پر قیامت یقین نه لرئ، لږ تر لږه په پېښېدو خو یې ګومان ولرئ، «یَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلاقُوا رَبِّهِمْ[10]» نه داچې د قیامت د نه پېښېدو ګومان وکړئ، چې هلاک به شئ.«ظَنَّ أَنْ لَنْ یَحُورَ»

5-د قرآن لوستو پایله دې عبودیت غاړه ایښوونه او تسلیمېدل وي.(إِذا قُرِئَ … اَلْقُرْآنُ لا یَسْجُدُونَ)

 

بَلِ الَّذِینَ کَفَرُوا یُکَذِّبُونَ«22» وَ اللّهُ أَعْلَمُ بِما یُوعُونَ«23» فَبَشِّرْهُمْ بِعَذابٍ أَلِیمٍ«24» إِلاَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُونٍ«25»= بلكې كافر شوي (قرآن) دروغ ګڼي. او چې څه (په زړونو كې) پټوي، الله پرې ښه پوه دی؛ نو د دردناك عذاب خبر وركړه! خو چا چې ايمان راوړى او نېكې [چارې] يې كړي، ورته ناپايه ثواب دى.

 

ټکي:

* «یُوعُونَ» له «وعاء» اخستل شوی او د لوښي په مانا دی او دلته ترې مراد، د زړه لوښی دی او څه چې انسان په زړه کې لري.«بشر» له بشارت اخستل شوی او هغه خبر ته ویل کېږي، چې د انسان په څېره او بَشَره کې بدلون راولي او معمولا ښه خبر (زېري) ته ویل کېږي. کله سپکاوي ته هم راځي؛ لکه څنګه چې وايي: « د پلاني ښه خبر، مرګ دی. »

 

پېغامونه:

1- کافران نه یوازې قرآني آیتونو ته غاړه نه ږدي؛ بلکې دروغ یې بولي (لا یَسْجُدُونَ بَلِ … یُکَذِّبُونَ).

2-څوک چې د کفر په لیکه کې شو، هره خبره دروغ بولي. «بَلِ الَّذِینَ کَفَرُوا یُکَذِّبُونَ»

3- الله (ج) د انسان پر دنننیو خوالو خبر دی. «وَ اللّهُ أَعْلَمُ بِما یُوعُونَ»

4-کله انسان د نټې – انکار او دورغجنولو په چوکاټ کې، په نورو موخو پسې وي، چې پر هغو هم پوه دی. «یُکَذِّبُونَ وَ اللّهُ أَعْلَمُ بِما یُوعُونَ»

5-کله انسان د خپلو ګټو په پار، په ښکاره نټه کوي؛ خو په زړه کې ورمات وي. «یُکَذِّبُونَ وَ اللّهُ أَعْلَمُ بِما یُوعُونَ»

6-که څه د سزا او ثواب بنسټ د انسان کړنې دي؛ خو د کړنې ارزښت یې په موخه او انګېزې پورې اړه لري، چې الله (ج) پرې پوه دی. «وَ اللّهُ أَعْلَمُ بِما یُوعُونَ»

7-ایمان ته هره کړنه په کار ده، چې نېکه او وړ وي او په هره زمینه کې وي. «آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ» (عبادت د صالح عمل یو مصداق دی.)

8-ایمان له عمله جلا نه دی او یو د بل لازم او ملزوم دي. «آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ»

9-الهي ثواب شړېدونی نه دی او له منت سره مل نه دی. «لَهُمْ أَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُونٍ»

 

 

«والحمد للّه ربّ العالمین»

 

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

[1] – نورالثقلین تفسیر.

[2] – درّالمنثور تفسیر.

[3] – .نبأ،12.

[4] – نورالثقلین تفسیر.

[5] – .بقره،156.

[6] – طلاق،8.

[7] – عبس،34-36.

[8] – راهنما تفسیر.

[9] – المیزان تفسیر.

[10].بقره،46.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!