تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه اوسنی عصر کړتې دودوي حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي : فاصلح مثواك و لا تبع آخرتك بدنياك ودع القول فيما لا تعرف و الخطاب فيما لم تكلف. و امسك عن طريق اذا خفت ضلالته فان الكف عند حيره الضلال […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

اوسنی عصر کړتې دودوي

حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي :

فاصلح مثواك و لا تبع آخرتك بدنياك ودع القول فيما لا تعرف و الخطاب فيما لم تكلف. و امسك عن طريق اذا خفت ضلالته فان الكف عند حيره الضلال خير من ركوب الاهوال. و امر بالمعروف تكن من اهله و انكر المنكر بيدك و لسانك و باين من فعله بجهدك. و جاهد فى الله حق جهاده و لا تاخذك فى الله لومه لائم

«نو خپل ګانده – راتلونکى هستوګنځى دې اباد کړه او آخرت په دنيا مه پلوره او په څه چې نه پوهېږې،مه وايه او څه چې درباندې لازم نه دي، پر خوله مه راوړه او پر هغه لار پښه مه ږده، چې له بېلارۍ يې ډارېږې؛ ځکه د ځلبلاندۍ – سرګردانۍ او بېلارۍ پر مهال ځان ژغورنه په تباهۍ کې تر ورلوېدو غوره ده. پر نېکيو امر کوه او پخپله هم نېک وسه او په لاس او ژبه د بديو مخه نيسه او هڅه کوه،چې له بدکارانو لرې وسې او د خداى په لار کې؛لکه څنګه چې ښايي هاندوهڅه کوه او د خلکو ټپسورۍ دې له دې هڅې وا نه ړوي.»

په دې عباراتو کې دوه مهم ټکي شته: یو له هغو چارو ډډه کول چې په انسان پورې اړوند نه دي یا انسان یې په اړه پوهه، خبرتیا او اګاهي نلري.

دویم پر نېکیو امر او له بدیو منع چې د خدای په لار کې د جهاد یوه مرتبه ده.

پر څه چې نه پوهېږې په اړه یې خبرې مه کوه

د دې سپارښتنو ټولګه تر یوه حده یو بل پوره کوي او کومې پوښتنې چې له یوې راولاړېږي، په بله کې یې ځواب مومي؛ خو ړومبی ټکی دا و: دع القول فيما لا تعرف

«کوم څیز چې نه پېژنې، په اړه یې خبرې مه کوه»

په روایاتو کې هم راغلي: من حسن اسلام المرء تركه ما لا يعنيه

«د ښه مسلمان له شرطونو ځنې یو دا دی، کومې چارې چې ورپورې اړوند نه وي، کار ورپورې ونلري.»

بلکې تر دې ورها خوا او مهمتر، د کوم څیز په اړه چې معلومات نلرې او نه پوهېږې او پر ګردو اړخونو یې ښه احاطه نلرې؛ نو په اړه یې نظر مه ورکوه. په دې چار کې د هغو کسانو مسوولیت ډېر دی چې خلک یې خبرې اوري او مني یې.

ویلي یې دي: لو سكت الجاهل رفع الاختلاف

«که جاهل او ناپوه چوپ شي؛ نو څه اختلاف په رامنځته نشي»

څوک په زور نور چوپولای نشي او نباید دا کار وکړي

ډېر اختلافات او شخړې په دې دلیل دي چې اومه او خام وګړي، ناسنجول شوې خبرې کوي او ځینې په دې خبرو پسې ورځي او حق یې بولي او له دې ځایه د حق و باطل ترمنځ شخړه پیلېږي، چې کله یې په ترڅ کې بې ګناه خلک هم قرباني کېږي. البته دا یوازې وګړي ته سپارښتنه ده؛ یعنې هیڅ ډله، کومېټه او څارن حق نلري، کېني او امر وکړي چې څوک په څه پوهېږي؛ نو د نظر څرګندولو حق لري او کوم یو، پر څه نه پوهېږي؛ نو د نظر ورکولو حق نلري. دا ټولو خلکو ته یوه عامه سپارښتنه شمېرل کېږي او یو یو وګړی باید داسې وروزل شي چې له دننه خپلو خبرو ته یو چاڼځی ولري چې پر څه نه پوهېږي ویې نه وایي او پر ستونزو، نورې ستونزې او شبهې ورزیاتې نه کړي. د فکر په ډګر کې ډېرې ستونزې کم فکرو او کړتنو رادبره کړي او که پر ځای یې فکري او کم ګویه وګړي وای، دنیا ګل او ګلزارېده. خو البته د ګلزارېدو په انتظار، په نړۍ کې جهنم جوړوای نشو؛ یعنې نباید څوک په دې هیله کېني او پلمه ولټوي او دا او هغه ته نهې او امر وکړي چې دغسې او هاغسې وایه یا مه وایه.

باید په عمل کې د خبرو قوت وازمېیل شي او باید خلک له فرهنګي پلوه دومره ارتقا پیدا کړي چې بې وزنه او بې دلیله خبرو ته ارزښت ورنکړي او له منځپانګې ډکې او عبرتناکې خبرې استقبال کړي. خو غوره ده چې د چټي خبرو او ناسنجول شویو نظریاتو زیان راښکاره شي. همدا مسأله، د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» یو مصداق دی چې علي (ک) په همدې ويینه کې اشاره ورته لري. په رښتینه کې نور باید په مهربانۍ د چټي او ناسنجول شویو خبرو له کولو منع کړو؛ خو نه په زور او بې ادبۍ. او باید هغوی چې لږې خو پخې په تول پوره او غورچاڼ خبرې کوي، پر هغوی غوراوی ولري چې کړتې او بې دلیله خبرې کوي.

اوسنی پېر کړتې دودوي

موږ په داسې پېر کې اوسو چې په تأسف کړتې دودېږي.

 د اوسنیو مدیریتونو یو له مهمترینو چارو ځنې چې باید ورباندې لګیا شي د زمانې د تخنیک او دغسې ارزښتونو راټولونه ده. په اوسني وخت کې ورځپاڼې، رادیو، تلوېزیون او په ټول کې ټولې عمومي رسنۍ، په یو غږ او اوچت اواز خلک بلي چې وواست وواست، چې غږ مو نورو ته ورسوو.ایا دا چار مو په خیر او مصلحت دی؟ که فرضاً رسنۍ له یوه سره ښې او عبرتناکې خبرې کړي، بیا هم ښه چار دی؟ ایا سمه ده چې خلک له ګهیځه تر ماښامه اطلاعاتي او خبریز بمباران شي، خبرې وکړي او خبرې واوري؟ ایا نباید د فکر کولو مجال ورکړو؟ ایا نباید داسې مجال چمتو شي چې دا ژول شوي او تېر شوي هضم نشي؟ ایا انسان که له ګهیځه تر ماښامه خواړه وخوري- که څه ښه او قوي خواړه وي- زیان به و نه مومي؟ ایا داسې نه ده چې: «كل ما جاوز حده انقلب ضده : هر څه چې له حده واوړي، پر خپل ضد به واوړي» او اپوټه اغېز به ولري؟ ان که ویتامین لرونکي خواړه له خپل بریده واوړي، ناروغي به رامنځته کړی. انسان که یو مخې له ګهیځه تر ماښامه ډېرې ښې خبرې واوري یا ووایي، زیان به ونه مومي. ډېر لږ زیان یې دا دی چې د دې دومره مطالبو دباو، انسان له ځانه اخلي او ځان ته یې نه ورپرېږدي، چې لږ کوټي غور وکړي، په مازې لګښت کوونکي یې اړوي او د تمییز واک ترې اخلي او د خبرو په ډېران کې حيرانېږي او د دې پر ځای چې تمییز ورکړي، سرګرداني او لالهاندي ورپېښېږي. هر څیز او له دې ځنې ښه خبرې هم یوه اندازه لري، باید منځلاري خپله کړو چې که چار له دې ور واوړي په خپل ضد به واوړي او د ګټې پر ځای به زیانمن وي.

د تخنیک وده د فکر له ودې او د ښو خبرو له پیداوار سره تناسب نلري

ښې خبرې که بې تمونې او د نېز یا سیلاب په څېر خپرې وري شي، زیان لري ، دا خو لا څه چې ټول پوهېږو په دنیا کې ښې، اوچتې او عبرتناکې خبرې نه موندل کېږي. په بله وینا بیخي د تخنیک وده د فکر له ودې سره تناسب نلري. ښه افکار- د څومره والي او څرنګوالي له پلوه – تر دې ټیټ دي چې د تخنیک له ودې سره سیالي وکړي. یعنې په څومره کچه چې ورځپاڼې، رادیو، تلویزیون او …. تولید او توزیع کولای شو، نو په هماغه کچه ښه فکر او خبره نشو تولیدلاوی. بلخوا په اوسني وخت کې ډول ډول او ډېرې اغېزمنې وزلې را پیدا شوي چې د هرې سمې او ناسمې خبرې ذمه واري اخلي او په نړیواله کچه یې د وګړیو د اذهانو تل ته ورکېباسي او په هغو هېوادونو کې لويی لويی مدیریتونه چې د خپلو خلکو پر وړاندې لورنه او مسوولیت لري، له ستونزو سره مخ کوي. په رښتوني باید په دې اړه ټینګ فکر او سوچ وشي.

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست