تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په مدينه كې د امام حسين ماتم[1]  طبري د ((عوانة بن حکم ))له خولې وايي : چې کله عبيدالله بن زياد حسين بن علي  وواژه  او سر يې ورته راوست (( عبدالملک  بن ابى حارث )) يې را وغوښت او ورته يې وويل : مدينې ته ورشه او ((عمرو بن سعيد […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په مدينه كې د امام حسين ماتم[1]

 طبري د ((عوانة بن حکم ))له خولې وايي : چې کله عبيدالله بن زياد حسين بن علي  وواژه  او سر يې ورته راوست (( عبدالملک  بن ابى حارث )) يې را وغوښت او ورته يې وويل : مدينې ته ورشه او ((عمرو بن سعيد بن عاص ته  د حسين  د وژنې زېرى  ورکړه! ده پلمه وکړه ؛خو ابن زياد يې پلمه ونه منله او و يې راټه او ويې ويل : (( چټک ځه، چې مدينې ته ورسې ، هسې نه ،چې دا خبر مخکې درنه ورسي !)) بيا يې يو څه دينار او سره ورکړل او ورته يې وويل : (( پلمه مه کوه ! که سپرلۍ دې په لار کې پاتې شوه،بله  سپرلۍ ونيسه ! ))

 عبدالملک  وايي : مدينې ته ورغلم،يو قريشي وليدم ،و يې پوښتل: څه خبره ده ؟ ومې ويل : خبر خو د مدينې له امير سره دى !

 او هغه وويل : (( انالله  وانااليه راجعون )) حسين بن علي ووژل شو ! ))

بيا عمروبن سعيد ته ورغلم ، راته يې وويل : له کوفې څه خبر دى ؟

 ومې ويل :هغه خبر،چې  امير پرې خوشحالېږي ، حسين  بن علي ووژل شو!

 ويې ويل : وژنه يې چا وکړه ! همدغسې مې وکړل ، او پر خداى قسم  پر حسين  مې د بني هاشمو د وير په څېر و نه ليد ! او عمرو بن سعد ،چې دا وير واورېد، ويې ويل :دا  د عثمان بن عفان په بدل کې وير دى! بيا يې خلک پر منبر د حسين له وژل  کېدو خبر کړل .

په اغاني کې  وايي : چې حسين له مدينې ووت ، عمر وبن سعيد خپل امنيه قومندان ته امر  وکړ، چې د بني هاشمو کورونه ويجاړ کړي او همدغسې وشول او پرېمانه زيانونه ورورسېدل .[2]

طبري وايي : چې کله ((عبدالله بن جعفر)) له حسين سره د دوو زامنو له وژنې خبر شو ، ځينې مواليان او يو شمېر خلک  تسليت ته ورغلل او يو مريي يې ( په احتمال ابوسلاس ) وويل : (( د حسين له لاسه په دې کړاو اخته شو! )) عبدالله د څپلۍ ګوذار پرې وکړ او و يې ويل :((د چټل زويه ! حسين ته داسې وايې ؟ پر خداى قسم که ترڅنګ يې واى، ترمرګه ترې نه بېلېدم. پر خداى قسم ، له زامنو مې پرې خوشحال يم  او څه چې دا مصيبت  راته خوندوروي دا دی، چې دا زما له ورور او د تره له زوى حسين سره شهيدان شوو، که پخپله مې يې مرسته و نه کړاى شوه ، زامنو مې يې مرسته وکړه))

راوي وايي : چې مدينې ته د حسين د شهادت  خبر راغى ، د عقيل بن  ابى طالب لور له خپلې کورنۍ سره ، سرلوڅې او په پڼوني کې دباندې راووته اوويې ويل :

ما دا تقولون ان قال النبى لکم

ماذا فعلتم و انتم آخر الامم

بعترتى و باهلى بعد مفتقدى

منهم اسارى و منهم ضرجوابدم

 که پېغمبر درته ووايي : تاسې ،چې له وروستيو امتونو ځنې وئ ، تر ما وورسته مو زما له ځوځات اواهل بيتو سره  څه وکړل ،چې ځينې بنديان او ځينې يې په وينو لړلي دي ؟ څۀ ځواب ورکوئ[3]؟

 

(الف): ام سلمه (ام المؤمنين ) رضي الله عنها:

 له سلمي نه روايت دى،چې ” له ام سلمه بي بي كره ولاړم او ژړل يې و مې پوښتله: ولې ژاړې؟ راته يې وويل:پېغمبر مې په خوب كې وليده، چې ويرجن و، پر مخ يې خاورې پرتې وې،ومې پوښتل: رسول الله! پر څه حال يې؟ راته يې ويل: همدا څو شېبې ړومبى د حسين پر وژنې شاهد وم.”

يعقوبي په خپل تاريخ (1/247 _ 248) كې ليكي: په مدينه كې د امام پر ماتم لومړۍ ژړا د ام المؤمنين ام سلمه بي بي وه؛ځكه پېغمبر ورته د خاورو يو بوتل وركړى و او ورته يې ويلي و، جبرييل خبر كړى يم، چې امت مې حسين وژني، بيا يې راته وويل: دا خاوره،چې پر وينو بدله شوه؛ نو پوه شه، چې حسين وژل شوى دى.

خاوره له ام سلمه سره وه او ورته به يې كتل او چې پر وينه واوړېده؛ نو چغې يې كړې “وا حسينا ” او ” يا ابن رسول الله ” د مدينې ښځو،چې د ام سلمه چغې او نارې سورې واورېدې؛ نو په يوه وخت كې په ټوله مدينه كې د حسين پر وير ستر ماتم جوړ شو، چې تردې ړومبى كله هم دغسې حالت نه و تېر شوى.

 (ب) ابن عباس رضى الله عنه ويلي دي:

” غرمه وه، پېغمبر اکرم مې په خوب كې وليد،چې ډېر خپه او ويښتان يې ځيګ او پر خاورو وو او د وينو ډك بوتل يې په لاس كې و، ورته مې وويل: رسول الله! مور و پلار مې درځار دا څه دي ؟ راته يې وويل: دا د حسين او د هغه د ملګرو وينه ده، چې همدا نن مې راواخسته،عمار وايي: موږ چې د دې ورځې لټه وكړه؛ نو دا هغه ورځ وه چې حسين شهيد شوى و.

 د ابن عساكر او ابن كثير په تاريخونو كې د علي بن زيد (د جدعان لمسي ) روايت دى چې:

 “ابن عباس له خوبه راپورته شو او استر جاع يې وويله او زياته يې كړه:  پر خداى قسم،چې حسين وژل شوى، يو ملګري وپوښت: څه پوهېږې؟ ورته يې وويل: رسول الله مې په خوب كې وليد،چې د وينې ډك بوتل ورسره و او راته يې وويل: پوهېږې،چې تر ما وروسته امت راسره څه وكړل ؟ هغوى زما حسين وواژه او دا د حسين او د هغه يارانو وينه ده، چې خداى ته يې وړم .

 هغه ورځ او ساعت مې يادداشت كړ او 24 ورځې وروسته له مدينې نه خبر راورسېد، چې پر هماغه ورځ او ساعت حسين وژل شوى دى.

 (ج) _ طبري او نورو د “عمرو بن عكرمه ” له خولې راوړي : حسين چې پر كومې ورځې ووژل شو، د هغه په سبا په مدينه كې زموږ يو مريي وويل: پرون مې د يو سړي ژړا واورېده، چې د حسين په وير كې يې ويل:

 اى هغوى چې  په ناپوهۍ كې مو حسين وواژه ،د عبرتناكه عذاب منتظر وسئ. ټولو اسمانوالو ،پېغمبرانو ،پرښتو او نورو ستاسې پر كار لعنت ويلى، پر تاسې سليمان، موسى او عيسى نفرت ويلى ” همدا اشعار په لږ توپير له ام سلمه بي بي او نورو روايت شوي ،چې هغوى له غيبي سړي نه اورېدلي وو .

وګورئ :

د ترمذي سنن 13 /193 _ 194 ،حاكم مستدرك 4/19 د سيوطي تاريخ 208 مخ ، سير اعلام النبلا 3/213 د ابن كثير تاريخ 8/201  رياض النضره 148، د ابن اثيرتاريخ 3/38 تهذيب ابن عساكر 4/204 ،_ دامام احمد حنبل مسند 1/242 او 282  فضايل احمد بن حنبل 20 ، 22 او 26 احاديث. طبراني معجم 56 حديث، د حاكم مستدرك 4/398  او حاكم ټينګاركړى چې دا حديث د مسلم له قواعدو سره اړخ لګوي ، سير اعلام النبلا 3/323، رياض النضره 148 مخ ، مجمع الزوايد 9/193 _ 194 تذكره الخواص، بن جوزى 152 مخ، د ابن اثير تاريخ 3/38 د ابن كثير تاريخ 6/231 ،8/200 ليكلي چې اسناد يې قوي دي  ، تاريخ الخمسين 2/300 ، الاصابه 1/334 د سيوطي تاريخ 208 مخ، شجري، امالي /160 ، _ ابن كثير تاريخ 8/200 ابن عساكر تاريخ 723 او 725 احاديث  ، د ابن كثير تاريخ 8/201 سيراعلام النبلا 3/214، سيوطي تاريخ 280 مخ، د ابن عساكر تاريخ (733- 739) احاديث.

 په كوفه كې د”آل محمد” اسيران

 د امام دوه اويا تنه ملګري شهيدان شول، چې په سبا يې د بني اسد ټبر هغوى د غاصر په سيمه كې  خاورو ته وسپارل .

 د عاشورا پر ورځ، چې امام شهيد شو؛نو مبارك سر يې خولى بن يزيد او حميد بن مسلم ازدى ، عبيدالله زياد ته (كوفې) راووړ، خولي د امارت ماڼۍ ته ولاړ؛ خو ور يې تړلى و، بيا خپل كور ته راستون شو او د امام سر يې تر كاسې لاندې پټ كېښود.

   پر سبايې سر “عبيدالله ته راووړ، عمر سعد هغه ورځ او په سبا يې ايسار شو، بيا يې حميد بن بكير احمدي ته وويل، چې كوفې ته د ستنېدو اعلان وكړئ، د كوفيانو لښكر وخوځېد. په دې لښكر كې د امام لوڼې، خويندې، كوچنيان او علي بن حسين (چې ډېر ناروغه و) وو.[4]

طبري د قره ابن قيس تميمي له خولې ليكي:

“ما پخپلو سترګو ليدل،چي د حسيني حرم ښځې يې د امام، هاشمي ځوانانو او ملګرو خولم پلم – په وينو لېت پېتو سرونو ځنې تېرول او مخونه يې وهل،” زياتوي د فاطمې بي بي د لور زينب خبرې مې نه هېرېږي، چې د خپل ورور امام حسين سر يې وليد “

يا محمداه  يا محمدا!

 صلى عليك ملا ئكه السما       هذا حســــــــــــــــين بالعرا !!

مرصل بالدما  مقطــع الا عضــــــــــــــا

يا محمداه!  وبنــــا تــــــــــــــك سبا يا

وذريتك مقتله تسفي عليها الصبا.”

 قره وايې: ” پر خداى قسم، چې پردې خبرو ټولو دوستانو او دښمنانو وژړل”.

 طبري وايې: د نورو دوه اويا تنو شهيدانو غوڅ شوي سرونه شمر بن الجوشن  ،قيس بن اشعث  ، عمرو بن حجاج  او عزره بن قيس  ، عبيدالله زياد ته يووړل.[5]

 د ابن اعثم په فتوح او د خوارزمي په مقتل او نورو  كتابونو كې راغلي چې: ” د عمر سعد لښكر د پېغمبر اكرم حرم له كربلا نه كوفې ته د جنګي اسيرانو په توګه تړلي لاسونه بوت. كله چې د بنديانو كاروان كوفې ته ورسېد او خلك يې ليدو ته راوتلي وو؛ نو پر دوى يې پر كوكو وژړل، دلته علي بن حسين چې ډېر ناروغه و او په ځنځيرونو تړل شوى و، د كوفيانو د ژړا په غبرګون كې وويل:  “دوى چې زموږ پر مصيبت ژاړي او سورې نارې وهي نو موږ چا وژلي يو؟!”

 ابن اعثم كوفي په خپل تاريخ كې د بشير بن حذيم اسدي له خولې كوفيانو ته د امام علي د لور زينب بي بي وينا راخستې او ابن نماحلي په مثيرالاحزان اوابن طاووس په لهوف كې د امام حسين د لور (فاطمه صغري = وړوكي فاطمي) اوام كلثوم (د حضرت علي لور) ويناوې راخستي،چې ډېرې زړه بوږنوړي دي او  له لوستو يې پوهېداى شو، چې ښځه څومره د انقلاب په تبليغ كې ستره ونډه لري او دا چي انقلاب دوه څېرې لري “وينه “او “پيغام “

د ويني رسالت امام او يارانو يې تر سره كړ؛ خو د پيغام رسالت يې زينب او نورو.

آل محمد د ابن زياد پر وړاندې

 طبري په خپل سند د حميد بن مسلم له خولې ليكي:

 عمر سعد راوغوښتم،راته يې وويل: كور ته ولاړ شه او كورنۍ ته مې د روغتيا او سلامتۍ زېرى وركړه. كوفې ته راغلم او خپله دنده مې ترسره كړه او بيا د ابن زياد ماڼۍ ته ولاړم،چې بنديان (اسيران) يې راوستي ول او خلك پرې راټول وو.

 ماڼۍ ته چې ورننووتم،د زياد زوى د حسين سر په مخ كې ايښى او په خيال كې ډوب پر همسا د حسين شونډې او غاښونه ټكوي او يو څه وخت پردې كار بوخت و. زيد بن ارقم رضى الله عنه په غونډه كې ناست و او دا غوړپکه – پېښه يې څارله او ابن زياد ته يې وويل: “همسا له دې شونډو او غاښونو لرې كړه ! پر خداى قسم، ما “ډېر كتلي، چې رسول الله به له همدې شونډو او غاښونو موچې اخسته “

 بيا يې له سترګو اوښكې وبهيدې او په كړيكو يې پيل وكړ او ابن زياد ورته وويل: “خداى دې تل ژړانده لره، پر خداى قسم كه سپين ږيرى نه واى او عقل دې له لاسه وتلى نه واى؛ نو همدلته مې ستا سر پرېكاوه! “

 زين بن ارقم رضى الله عنه چې د ابن زياد خبرې واورېدې له غونډې ووت. راوي وايې: “زيد په وتو كې يوه خبره وكړه ، كه ابن زياد اورېدلې واي؛ نو وژه يې او خبره دا وه:

اى عربانو! تر دې وروسته به ناڅيزه مريان وسئ. د فاطمې زوى مو وواژه او د مرجان زوى مو پر ځان چارواكى كړ، چې غوره او ممتاز به وژني او بې غيرته او پست به مريانوي، تاسې خوارۍ او سركوزۍ ته غاړه كېښووه او پر دوى دې مړينه وي.

 راوي وايې ” د حسين سر يې چې د هغه له كوچنيانو، خويندو او ښځو سره عبيدالله زياد ته راووړ،زينب بي بي زړې جامې اغوستې وې او وينځې ورسره وې، چې ماڼۍ ته راننووته؛ نو په يوه څنډه كې كېناسته، عبيدالله چې صحنه څارله، و يې پوښتل: ته څوك يې چې بې اجازې كېناستې؟ زينب بي بي ځواب ورنكړ، عبيدالله درې ځلې وويل بيا يوې وينځې ورته وويل: دا د فاطمې لور زينب ده. “عبيدالله، زينب بي بي ته وويل: ” د خداى شكر دى، چې رسوا يې كړئ او له منځه يې يووړئ او ستاسې ادعاوې يې باطلې كړې”   زينب بي بي ورته په ځواب كې وويل: “د خداى شكر دى، چې د خپل پېغمبر محمد عليه السلام پر شتون يې درانه كړو او له هر ډول ناپاكۍ او چټلۍ يې بچ كړي يو او داسې نه ده؛ لكه چې ته يې وايې؛ بلكې فاسق رسوا كېږي او فاجر دروغ وايي.”

عبيدالله وويل: خداى ستا له كورنۍ سره څه وكړل؟ زينب بي بي ورته وويل؛ “خداى يې شهادت پر برخه كړ او په خورا سر لوړۍ يې په دې لار كې ګام كېښود، خداى به ډېر ژر تا له هغه سره مخامخ ودروي او د خداى د عدل په محكمه كې به ځواب وركړې”.

 راوي وايي ” دلته عبيدالله اپلتې پيل كړې، چي “عمروبن حريث ورته وويل: “اميره! عمر دې ډېر شه، هغه ښځه ده او سړى د ښځو د خبرو پروا نلري او هغه مه رټه” ابن زياد زينب بي بي ته مخ واړاوه،ويې ويل: زړه مې ستاسې د كورنۍ د مشرانو اوسرغړونكيو پر وژنې يخ شو”.

زينب بي بي يې په ځواب كې سخت وژړل،ويې ويل: هو! پر ځان مې قسم، چې زما سرور او منلى دې وواژه او زما كورنۍ دې وځپله، زما د ژوند ښاخونه دې غوڅ كړل او پاڼې دې يې تويې كړې او زموږ ريښې دې بېځايه كړې او په دې چارو چې ستا زړه يخ شوى وي؛نو بېشكه چې يخ شوى به وي”.

 بيا ابن زياد زينب بي بي ته وويل : “څومره په وزن او سجع خبرې كوې پر ځان مې قسم،چې پلار دې هم  شاعر و او موزونې خبرې يې كولې”.

 زينب بي بي ورته وويل: “د ښځو له سجع او موزونو خبرو سره څه كار؟ زه خو د زړه سوز وايم او په سجع او قافيه خبرې نه كوم”.

  طبري د حميد بن مسلم له خولې ليكي: “زه له ابن زياد سره ولاړ وم، چي علي بن الحسين يې له مخې تېراوه، د زياد زوى وپوښت: نوم دې څه دى؟ امام سجاد ورته وويل: “علي بن الحسين يم، د زياد زوى وويل: ” مګر خداى علي بن الحسين ونه واژه ؟ امام  چوپ شو، بيا ابن زياد وويل: “څله خبرې نه كوې؟ امام ورته وويل: “زما د يو ورور نوم علي و، چې خلكو وواژه”. ابن زياد وويل: خداى وواژه.” امام چوپ شو، بيا ابن زياد وپوښتل: ولې خبرې نه كوئ ؟ امام سجاد ورته وويل: ” خداى د مړينې په وخت كي روحونه اخلي او څوك بې د خداى له حكمه نه مري ابن زياد پردې خبره غوسه شو او په چغه يې وويل: “پر خداى قسم ته هم له همدې ډلې يې او ويې ويل: بهر يې يوسئ او سر يې پرېكړئ.” امام سجاد ورته وويل:”بيا څوك ددې ښځو پالنه كوي؟” دلته زينب بي بي پر خپل وراره (امام سجاد) ځان واچوه او ويې ويل: “ابن زياده! رانه لاس واخله دا دومره دې،چې ووژل همدا دې بس دي. مګر زموږ دې څوك پرېښي دي؟ بيا يې د وراره پر غاړه لاسونه واچول او ويې ويل: كه ايمان لرئ؛ نو پر خداى قسم دركوم كه يې وژنې؛ نو ما هم ورسره ووژنه او علي بن الحسين هم غږ پورته كړ: “ابن زياده! كه له دوى سره خپلوي لرې؛نو يو پاكلمنى نارينه ورسره كړه، چې په اسلامي چلن ورسره ولاړ شي.”

 راوي وايې: دابن زياد د څه وخت لپاره له زينب بي بي نه پام واوړېد او خلكو ته يې مخه كړه،ويې ويل:” د خپلوۍ دومره ميني او اړيكو ته هک پک يم، پر خداى قسم ګومان كوم كه د هغه د وژنې پسې راپاڅم؛ نو هيلمنه ده،چې هغه هم ورسره ووژل شي”. بيا يې وويل: له دې ځوانه تېر شئ، بيا يې علي بن الحسين ته وويل: له ښځو سره دې اوسه”.

 حميد بن مسلم وايي: عبيدالله،چې ماڼۍ ته راننووت؛ نو خلك راټول شوي ول،ويې ويل: د جمعې لمانځه لپاره جومات ته ولاړ شئ! خلك د كوفې په ستر جومات كې راټول شول او خپله منبر ته وخوت،ويې ويل: “د خداى شكر دى، چې حق او پلیوني يې سرلوړي شول، اميرالمؤمنين  يزيد بن معاويه او ياران يې بريالي شول او حسين بن علي دروغجن او پلیوني يې ووژل شول”.

د ابن زياد خبره لا پاى ته نه وه رسېدلې، چې عبيدالله بن عفيف ازدي غامدي (د بني والبه له ټبر نه و او د علي كرم الله وجهه لاروى و، يوه سترګه يې د جمل په جګړه كي او بله يې په صفين كې له لاسه وركړې وه او تل به د كوفې په ستر جومات كې و او د شپې به كورته ته) غوسه راپاڅېد، ويې ويل: د مرجانې زويه! ته دروغجن او د دروغجن زوى يې او هم هغه چي ته يې دلته واكمن كړى يې او د هغه پلار دروغجن دي. د مرجانې زويه! د پېغمبرانو زامن وژنې او بيا د پاكانو پر ګړدود – لهجه خبرې كوې؟!”

 ابن زياد چې دا خبرې واورېدې غږ يې وكړ: ويې نيسئ؛ خو دلته ترې د “ازد” د ټبر ځوانانو ملاتړ وكړ او له نيوو يې وژغوره؛ خو د شپې يې ورپسې سپاهيان ولېږل، چې لاس تړلى يې ووژني او تنه يې په كوفه كي پر دار وځړوي”.

 د ام كلثوم بي بي وينا[6]

 راوي وايي: ام كلثوم (د امام حسين خور) په ژړغوني ستوني وويل: كوفيانو! حال مو ناوړه وسه ! څه مو وكړل؟! له حسين سره مو خيانت وكړ، هغه مو يوازې پرېښود، و مو واژه، شتمني يې لوټ شوه او ښځې يې بنديوانې شوې، مرګ  او نابودي مو په برخه شه. پوهېږئ، چې څه بلا مو پر ځان راوړه او څومره ستره ګناه موكړې، كومه وينه مو تويه كړه او كوم ستر چارمو وكړ او كومه شتمني مو لوټ كړه؟ تاسې تر رسول اكرمه وروسته غوره وګړي ووژل؛ خو بيا هم د خداى ګوند بريالى دى او د شيطان ګوند ماته خوري او بيا يې اشعار وويل،:

قتلتم اخى صبرا فويل لامکم

ستجزون نارا حرما حرها يتوقد

سفکتم دماء حرم الله سفکها

 وحرمها القرآن ثم محمد

الا فابشروا بالنار انکم غدا

 لفى سقر حقا يقينا تخلدوا

و انى لابکى فى حياتى على اخى

على خير من بعد النبى سيولد

بدمع غزير مستهل مکفکف

على الخد منى ذابيا ليس بجمد

 “زما مظلوم ورور مو ډېر ناوړه وواژه، پر تاسې دې افسوس وي ، ډېر ژر به درنه سوځونكى اور چاپيره شي، داسې وينې مو تويې كړې، چې خداى يې وژل حرام كړي وو، قرآن او پېغمبر  يې درناوى كړى؛ نو تاسې ته د ابدي جهنم زېرى دركوم،زه هم تر څو چې ژوندۍ يم، د ورور پر وير به ژاړم، پر هغه غوره انسان، چې تر رسول اكرم وروسته زيږېدلى، تل به مې اوښكې پر مخ روانې وي او وچې به نشي” بيا خلكو په كوكو او نارو سرو پيل وكړ”.[7]

 د كوچنۍ فاطمې وينا

 په مثير الاحزان او لهوف كې راغلي: دامام حسين لور (چې پر كوچنۍ فاطمې يادېده) يوه وينا كړې، چې رااخلو يې: ” د شګو او كاڼو په شمېر، د عرش او ځمكې د دروندوالي هومره خداى ستايم، زړه مې پرې تړلى او توكل مې ورباندې دى، په ډاګه وايم: بې له الله بل معبود او خداى نشته او محمد صلى الله عليه و آله يې بنده او استازى دى او همداراز لېینه – شاهدي وركوم،چې د همدې پېغمبر زوى مو د فرات پر غاړه بې ګناه وواژه، سر مو ترې پرېكړ، حال داچې څوك يې نه دي وژلي، چې قصاص مو كړى وي! لويه خدايه! پناه درنه غواړم،چې درباندې دروغ ووايم… اما بعد كوفيانو! چلناكو او تېر ايستونكيو ځانمنو! موږ داسې يوه كورنۍ يو، چې خداى موږ  پر تاسې او تاسي پر موږ ازمېښت كړو، چې موږ له دې ازمېښته سرلوړي راووتو او زموږ ازمېښت يې په ښه طريقه ومانه، خپل علم او فهم يې راپېرزو كړ او موږ  يې د علم او پوهې خزانه يو،په خپله ستريا يې موږ درانه او د پېغمبر محمد عليه السلام له امله يې پر ټولو مخلوقاتو غوره كړو؛ خو تاسې موږ پر دروغو وګڼلو او پر وژنې مو راضي شوئ او زموږ مالونه مو لوټ كړل؛ مګر موږ د تركو اولاده او د كابل بنديان وو؟ تاسې چې كومې وينې تويې او شتمنۍ مو لوټ كړې، زړه پرې مه خوښوئ، الهي عذاب در رسېدلى او پر ګرګرو – ظالمانو دې لعنت وي ، مړه شئ اى كوفيانو!

  پېغمبر اكرم ستاسې د څه شي پوروړى و؟ او يا د چا غچ مو اخست، چې د هغه پر ورور او زما پر نيکه (علي) او كورنۍ مو د زړه كينه تشه كړه؟ داسې چې ستاسې يو شاعر وايي :

 موږ علي او زامن يې په تېرو تورو او نېزو ووژل!!! او د هغوى ښځې مو د تركانو د ښځو په څېر بنديانې كړې او څنګه ښه ورسره مخامخ ونښتو!!” اپلتو ويوونكيو! خاورې مو په خوله شه! تاسى د هغوى پر وژنې وياړئ ، چې خداى پاك په خپل كتاب كې هغوى داسې ښوولي، چي له هر ډول چټلۍ خوندي او سپېڅلي ساتل شوي دي؛ نو په خپله غوسه كې ومرئ او د خپل پلار په څېر د سپي په څېر مښوكه (خوله) پر ځمكه وهئ او چا چې څه وكرل، هغه به ريبي. موږ ته چې خداى كوم مقام راكړى و، پر هغه باندې مو كينه وكړه، حال دا چې دا د خداى فضل دى، چې خوښه يې شي هر چا ته يې وركوي.

 ومن لم يجعل الله له نورا فماله من نور؛ يعنې خداى چې چا ته رڼا ور نه كړي؛ نو رڼا به ونه لري.

 خلكو په نارو سورو وژړل،ويې ويل: د پاكانو او سپيڅليو لورې! زموږ  زړونو ته دې اور واچاوه او پر خبرو دې له سره تر پښو وسوځولو”.

 ام كلثوم هم چوپ شوه.

 د حضرت زينب وينا

 خداى ستايو، پر پلار (محمد رسول الله) او سپېڅلې كورنۍ مې درود اما بعد؛  كوفيانو! چليانو او خاينانو! ژاړئ؟! هېڅكله مو سترګې وچې مه شه او نارې سورې مو چوپ مه شه. تاسې د هغو ښځو په شان ياستئ، چې وريشلى تار بېرته او مړى كوي،ستاسې ژمنې او قسمونه چل ول وو، تاسې لاپې شاپې كوئ،ځانمني او ټګان وسئ، تاسې د وينځو په څېر غوړه مالي كوئ او د دښمنانو په څېر ټګي.

 پوه شئ، چي تر ځان مخكې مو ناوړه توښه لېږلې او هغه الهي قهر او پر تلپاتې عذاب اخته كېدل دي. هو ډېر وژاړئ او لږ وخاندئ، چې ننګ او رسواي مو په برخه شوې،چې كله به هم ونه وينځل شي، اخر څنګه خپله لمن د حسين (د خاتم الانبياء زوى،د جنتي ځوانانو ښاغلي د پاكانو پناه او په سختيو كې د ژغورنې وسيله، څرګند دليل او د خوله ورې ژبې خاوند) له وينو وينځئ! څه خام فكر كوئ؟

 مړينه او نابودي مو په برخه شه، چې په خپلو هيلو كې نهېلي شوئ او ستاسې هڅې ځاى ته ونه رسېدې، لاسونه مو پرې شول او ژمنې مو د زيان لامل شوې، د خداى پر قهر اخته شوئ، ذلت او خواري مو په برخه شوه . كوفيانو! پر تاسې دې افسوس وي، چې د پېغمبر اكرم ځيګر مو سورى سورى كړ، پوهېږئ، چې كومه وينه مو تويه كړې او څوك مو بې ستره كړل؟!

 دومره ستره ګناه مو كړې،چې نژدې دى اسمانونه له هيبته څيرې شي او ځمكه خوله وازه كړي او غرونه خپاره واره وشيندل شي. د ځمكې او اسمانونو هومره ناوړه  كړه مو كړي؛ نو حيران به شئ، چې پردې مصيبت له اسمانه وينې راوورېږي او البته د هغه بلې دنيا عذاب؛ خو تر دې ډېر سخت دى او هېڅوك به هم ستاسې لاسنيوى ونه كړي.

 نو پر برخه شوي فرصت مه خوشالېږئ، خداى پاك په دې باب بيړه نه كوي او داچې د غچ وخت پر څټ شي،څه وېره او تشويش نه لري! هو هېڅكله هم داسې نه ده او خداى ستاسې څارونكى دى”.

 راوي وايې: پر خداى قسم پردې ورڅ مې ټول خلك ګنګس او هك پك وليدل، هغوى ژړل او له غم يې سرونه ځوړند نيولي وو، چې بې اختياره يې ژړل او په تېرو يې پښېماني ښووله، پر غاښونو يې د حيرت ګوتې ايښې وې او افسوس يې كاوه. يو بوډا ته مې پام شو، چي په څنګ كې مې ولاړ و، چې سخت يې ژړل، تر دې چې ږيره يې لمده شوه او ويل يې: پلارو مور مې درځار! رښتيا دې وويل ستاسې مشران او ځوانان ډېر غوره دي، ښځي مو غوره او لايقې دي او ځوځات مو سپېڅلي دى، تاسى خواري، ذلت، او ماته نشئ موندلاى”.

 په شام كي د آل محمد بنديان

 د رسول اكرم اهل بيت يې دمشق ته بوتلل او د جومات وره ته مخامخ د كافرو بنديانو په بنديخانه كې يې ميشت كړل، په دې وخت كې يو بوډا رامخې ته شو، ورته يې وويل: “د خداى شكر دى، چې تاسې يې ووژلئ او نابود يې كړئ او خلك يې ستاسې له واكمنۍ او ازاره وژغورل او اميرالمؤمنين يې پرتاسې برلاسى كړ!”

 امام علي بن الحسين ورته وويل: بوډا! قرآن كريم دې لوستى؟ ورته يې وويل: هو ! ورته يې وويل: په دې آيت پوه شوى يې چې وايې: ” قل لااسالكم عليه اجراً الاموده في القربي  زه له تاسې د خپل رسالت اجر نه غواړم؛ خو له خپلوانو سره مې مينه ولرئ. شورى 23″

 بوډا وويل ” هو.   امام سجاد عليه السلام وويل ” په دې آيت كې له خپلوانو ځنې مطلب موږ يو.  بيايې ورته وويل: چې دا ايت دې لوستى؟

 و آت ذالقربى حقه (اسرا 26)؛ يعنى د خپلوانو حق وركړه ؟ بوډا وويل: هو. امام سجاد ورته وويل ” موږ خپلوان يو” او دا ايت دې لوستى چې: واعلموا انما غنمتم من شي فان لله خمسه وللرسول ولذى القربي (انفال 41)؛ يعنى پوه شئ څه چې تر لاسه كوئ، خمس او پنځمه يې د خداى، پېغمبراو خپلوانو لپاره ده؟” بوډا وويل: هو . امام ورته وويل “موږ خپلوان يو” بيايې ورته وويل چې “دا آيت دې لوستى؟ “انما يريد الله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت ويطهركم تطير (احزاب 33) يعنې خداى اراده كړې چې له تاسې اهل بيتو چټلي او ناپاكي لرې كړي او تاسې سپيڅلي او سوتره كړي”

 بوډا وويل ” هو. امام ورته وويل: هغه اهل بيت موږ يو، چې د سپيڅلتيا ايت راته ځانګړى شوى.

راوي وايې: “بوډا چوپ شو، حيران او پښېمانه ودرېد او بيايې سر اسمان ته پورته ونيو،و يې ويل: “خدايه، كومې خبرې مې چې كړي او له دوى سره مې دښمني وكړه؛ نو  توبه كاږم. خدايه! په انس او جنس كې چې څوك د “محمد او آل محمد” دښمنان وي له هغوى بيزار يم او تاته  پناه دروړم”[8]   

يزيد او يزيديان د آل البيت بنديانو ته ښه راغلاست وايي[9]

 زهري وايي :چې شام ته يې د شهيدانو سرونه راوستل ، يزيد ،چې د جېرون پر لوړو په يوه منظره کې ناست و ، له ځان سره وويل :

لما بدت تلک الحمول و اشرقت

تلک الشموس على ربى جيرون

نعب العراب فقلت صح اولا تصح

فلقد قضيت من الغريم ديونى

 چې کله دا محموله  راښکاره او وځلېده، د جېرون پر لوړ و هغه لمرونه کارغه کاغ کاغ وکړ او و مې ويل ! سم يا ناسم ، په هرحال  ، له پوروړي مې خپل پورواخست ! [10]

 له شمره د ام کلثوم غوښتنه 

په مثير الاحزان او لهوف کې وايي : چې  دمشق ته ورنژدې شوو، ام کلثوم شمرته وويل : يوه غوښتنه درنه لرم .

 شمروويل : څۀ غواړي ؟

ويې ويل : ښار ته ،چې مو ننباسې ؛نو په داسې وره مو ننباسه،چې ډېر پام راوانه وړي، او امر وکړه ،چې سرونه له دې محملو دباندې  او له موږ يې لرې کړي ،چې ( پرکوم حال يو) په زياتو ليدو يې خجالت کېږو!

 خو شمر يې په غبرګون کې : سرونه په محملو کې پر نېزو او د نندارچيانو ترمخ يې تېر کړل ،چې د دمشق وره ته ورسېدل .

 د شاميانو اختر

خوارزمي له ((سهل بن سعد)) روايتوي : (( بيت المقدس ))ته ولاړم او په لار کې شام ته ورسېدم ، داسې ښار، چې خپرې ورې ويالې او بې شمېره ونې پکې وې ،چې خلکو يې پردې او ورېښم راځوړند کړي وو او په خوشحالۍ يې يو بل ته مبارکي ويله  او ښځو په نڅا ډهول او چمبه وهله ! له ځان سره مې وويل : ښايې شاميان کوم اختر لري ،چې موږ ترې ناخبره يو ! په دې وخت کې مې يوه ډله وليده،چې په خپلو کې خبرې کوي : ورته مې وويل : تاسې په شام داسې اختر لرئ ،چې موږ ترې ناخبره يو ؟!

ويي ويل : مشره؛لکه چې مسافر يې ؟

ومې ويل: سهل بن سعد يم. رسول الله (ص) مې ليدلى او خبرې يې مې اورېدلي دي .

 ويې ويل : سهله ! حيران يې دا چې له اسمانه وينې نه اوري او ځمکه يې خپل اوسېدونکي نه راکاږي ؟!

ومې ويل : ولې ؟

ويې ويل :دا د رسول الله د زوى ؛حسين سر دى ،چې له عراقه شام ته راوستل کېږي او دا دى دلته رارسي! ومې ويل :واى! واى ! د حسين سر راوړل کېږي او دا خلک  خوشحالي کوي ؟! پر کوم يو وره راننووځي ؟ د ساعات په نوم يو ور يې راوښود.  ورغلم او ولاړ وم ،چې ناڅاپاپه بيرغونه راښکاره شوو او يو سپور له يوې نېزې سره ،چې سر ورباندې و، راورسېد، سر،چې رسول الله (ص) ته خورا ورته و او ورپسې  په لغړو اوښانو نو ښځې سپرې وې !

 د سکينې غوښتنه 

سهل بن سعد وايي : يوې ښځې ته ورنژدې شوم، و مې ويل : نجلۍ ، ته څوک يې ؟

 ويې ويل: سکينه د حسين لور!

ورته مې وويل: څه غوښتنه خو نه لرې؟

سهل بن سعد يم ،چې ستا نيکه مې ليدلى او خبرې يې مې اورېدلي.

 ويې ويل :سعده! دا سر،چې له چا سره دى، ورته ووايه: سر دې تر موږ مخکې بوځي ،چې  د خلکو ورته پام وي او موږ ته و نه ګوري،چې موږ د رسول الله حرم يو!

وايي: نېزه وال ته ورغلم اوورته مې وويل : چمتو يې ،چې څلور سوه ديناره درکړم اوغوښتنه مې ومنې ؟! ويې ويل :څه غواړې؟

ومې ويل :دا سر ددې کورنۍ په مخکې کې بوځه، دغسې يې وکړل او ما هم خپله ژمنه ورسره پوره کړه.[11]

 د اسلامي خلافت پلازمېنې ته د اهل البيتو د بنديانو ورننوتل

 ابن اعثم او نورو روايت کړى او وايي :د رسول الله(ص)حرم يې راووړاو د ((باب توما)) په وره يې دمشق ښار ته رادننه کړل او د جومات په درشل کې يې وساتل ،چې بنديان پکې ساتل کيدل. په دې وخت کې يو بوډا ځان ورنژدې کړاو و يې ويل : (( د هغه خداى ستاينه ،چې تاسې يې ووژلئ  او له منځه يې بوتلئ او مشران يې ستاسې له شره بې غمه کړل او اميرالمؤمنين يې درباندې لاسبرى کړه !))

 علي بن الحسين(ع) ورته وويل : (( بوډا! قرآن دې لوستى؟))

 ويې ويل : (( هو))

 ورته يى وويل : په دې آيت پوه شوى يې : قل لااسئالکم عليه اجراً الا المودة فى القربى : ووايه ، ((زه له تاسې پر خپل رسالت هيڅ بدله نه غواړم ؛خو(زما)له خپلوانو (=اهل بيتو)سره مينه (هرومروغواړم[12]) ))

بوډا وويل : هو، لوستى مې دى .

علي بن الحسين رضى الله عنه وويل :  بوډا: موږ هغه خپلوان يو !)) په بني اسراييل سورت کې دې دا آيت لوستى :((وآت ذاالقربى حقه؛او د خپلوۍ حق يې ورکړه[13] ))

بوډا وويل :((هو لوستۍ مې دى))

 علي (بن الحسين ) رضى الله عنه وويل : ((بوډا! هغه خپل موږ  يو)) په رښتيا دا آيت دې هم لوستى : (( واعلموا انما غنمتم من شى فان لله خمسه وللرسول ولذى القربى.. اوپوه شئ، ،چې هر ډول غنيمت ترلاسه کوئ، پينځمه يې د خداى ،پېغمبراو خپلوانو (يې) ده …[14]))

بوډا وويل :((هو لوستى مې دى))

 علي ( بن الحسين) وويل :(( بوډا . دا خپلوان موږ يو .)) ايا دا آيت دې لوستى :انم يريدالله ليذهب عنکم  الرجس اهل البت ويطهر کم تطهيرا ؛بېشکه خداى يوازې غواړي ،چې له تاسې ((اهل البيت =نبوي کورنۍ )) پليتي اوګناه لرې اوبشپړ مو سپېڅلي کړي [15]))

بوډا وويل : ((هو)).

 علي (بن الحسين ) وويل : موږ هماغه اهل البيت يو،چې د سپېڅلتيا په آيت ځانګړي شوي يو ! ))

       راوي وويل: بوډا څه وخت چوپ، پښېمانه او سرکوزى شو او بيا يې سر اسمان ته پورته کړ او ويې ويل: (( خدايه! چې څه مې وويل او کومه کينه  مې ،چې له دې قوم سره وښووله ، توبه مې وکړه. خدايه ! د محمد او آل محمد (له پېريانو او انسانانو يې ) له دښمنانو کرکجن يم او پناه دروړم )).

 د يزيد په ناسته کې د آل البيت اسيران 

طبري وايي: يزيد بن معاويه د شام مشران راوبلل او پر خپل شاوخوا کې يې کېنول او بيا يې  علي بن الحسين ، کوچنيان او ورسره ښځې راوغوښتې او مخامخ يې ورته کېنولې .

ابن جوزي او نور وايي : د رسول الله کړوسيان،کوچنى نجونې او هلکان په رسۍ تړل شوي وو[16]!

  طبري او نور وايي : چې  د يزيد پر وړاندې يې د حسين سر او د اهل بيتو او يارانو يې سرونه کېښوول؛ يزيد وويل :

يفلقن هاما من رجال اعزة      علينا و هم کانوا اعق و اظلما

 هسک سرونه له سترو خلکو جلا شوو ،چې پر موږ يې ځانونه لور ګنل، حال دا چې نامهربانه او ظالمان وو!

په دې وخت کې  د مروان ورور ؛(( يحيى بن حکم )) وويل :

لهام بجنب الطف ادنى قرابة      من ابن زياد العبد ذى الحسب الوغل

سمية امسى نسلها عدد الحصى      و بنت رسول الله ليس لها نسل

 د طف ( = کربلا) ترڅنګ هسک سره سرونه ،چې په خپلوۍ کې تر ابن زياده  خورا نژدې، د پليد مريي د مريي زوى وو! د سميه ځوځات د شګو په شمېر دى او د رسول الله  ځوځات خو څه ځوځات نه لري!.

يزيد،يحيى  پرسينه وواهه ،چې چوپ شه ![17]

 له  يزيد سره د امام سجاد(ع) خبرې اترې

په مثير الاحزان کې وايي : علي بن الحسين يزيد ته وويل :(( د خبرواجازه راکوې ؟ ))

 يزيد وويل :((خبرې وکړه ؛خو پرتې به نه وايې ! ))

 علي بن الحسين  وويل : (( اوس په يوه داسې موقعيت کې يم ،چې په څېر سره به مې پرتې نه ښايي!

ستا په ګومان که رسول الله (ص) مې په زولنو او ځنځير ونو کې وويني ، څه به وايي ؟

يزيد خپلوشاوخوا ته وويل : (( زولنۍ ترې ايسته کړئ ! [18]))

په طبري تاريخ  او نورو کتابونو کې راغلي دي ،چې : يزيد، علي بن الحسين  ته وويل : (( پلار دې هماغه دى،چې له ما سره يې خپلوي و نه پاله او د خپلوۍ تړاو يې پرې کړ او زما حق يې پر رسميت ونه پېژانده  او زما له واکمنۍ سره يې لانجه وکړه او خداى ورسره هغه وکړل ،چې دې وليدل!))

او علي بن الحسين دا آيت ولوست :   ((مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِّن قَبْلِ أَن نَّبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ [19] ))

يزيد خپل زوى خالد ته وويل : (( ځواب يې ورکړه )) خالد ځواب  ورکړاى نشو او يزيد ورته وويل: ووايه : ما اصابکم … عن کثير)) [20]

اهل البيت يې د خلافت مقام ته بوتلل

 يزيد د خلافت پر څوكۍ كېناست او د شام اشرافان او مشران يې شاوخوا ته كېناستل او امر يې وكړ، چى ” علي بن الحسين ، ښځې او د امام كوچنيان راولئ” كوچنيان يې په رسيو تړلي ول او خلكو يې ننداره كوله.

 او چې كله يې د امام حسين ( ع ) سر د اهلبيتو او نورو يارانو له سرونو سره د يزيد په مخ كې كېښود، علي بن الحسين (ع) يزيد ته وويل : ” د خبرو اجازه ده ؟ “

 يزيد ورته وويل: ” خبرې وكړه ؛ خو پرتې به نه وايې ! “

 امام سجاد ورته وويل : زه د داسې مقام خاوند يم ، چى پرتې راسره نه ښايې. يزيده ! څه ګومان كوې، كه رسول اكرم  موږ په دې زولنو او ځنځيرونو كې ووينې؟ “

 يزيد حكم وكړ: ځنځيرونه ترې لرې كړئ . [21]

عجيبـــــه دا چې دا روا مسلمانانو ګـــــــــــــڼل
خو كافــــــــرانو دا ويل چې ناروا شـــــوي دي

 د يهودي عالم نيوكه

 په دې غونډه كې يو يهودى عالم ناست وو يې پوښتل : دا ځوان څوك دى؟

 يزيد وويل : د دې سر خاوند يې پلار دى .

 يهودي وويل: دا د چا سر دى؟

 يزيد وويل: حسين د علي بن طالب زوى .

 يهودي وويل: مور يې څوك ده ؟

 يزيد وويل: د محمد ( ص ) لور فاطمه .

 يهودي عالم په ډېره حيرانۍ وويل : دا ستاسې د پېغمبر د لور زوى دى، چې د هغه تر مړينې وروسته مو په بيړه وواژه ؟ !  تاسې خو د پېغمبر د اولادې په باب ډېر ناوړه ځايناستي وسئ. پر خداى قسم كه موسى بن عمران له خپل ځوځاته موږ ته زوى پريښى واى ؛ نو موږ به له خداى پرته، د هغه بندګى كوله او ستاسى خو لا پرون پېغمبر مړ شوى او بيا راپاڅېدئ او د هغه زوى مو وواژه مخ مو تور شه اى ناوړه امته ! “

 يزيد حكم وكړ : له مرۍ يې ونيسئ، يهودي عالم وويل : “هر څه چى راسره كوئ، ويې كړئ، كه مې وژنئ که وهئ که خوشې كوئ ما په تورات كې ليدلي، چې كه هر څوك د پېغمبر ځوځات ووژني د عمر تر پايه به مغلوب وي او چې ومړي خداى يې جهنم ته ننباسي.” [22]

 په همدې غونډه كې يو شامى سړى پاڅېد،ويې ويل: اميرالمؤمنينه! دا جلۍ راكړه، چى وينځه مې شي (او مطلب يې فاطمه د امام حسين لور وه) . فاطمه وايي: ولړزېدم او پر ژړا شوم او ګومان مې وكړ، چى دا كار به روا بولي؛ نو د مشرې ترور (عمه) خوا ته كېناستم؛ ځكه پوهېده، چې دا كار ناشونى دى . “

 زينب بي بي يې په ځواب كې وويل: “پر خداى قسم دروغ دې وويل او ځان دې پست او ټيټ وښووه، دا كار نه ستا او نه د هغې لپاره وړ دى . “

 يزيد غوسه شو،ويې ويل: “پر خداى قسم، دروغ وايې، دا كار ما ته روا دى،كه وغواړم؛نو كولاى يې شم “.

 زينب بي بي ورته وويل: “پر خداى قسم داسې نه ده ! خداى درته نه دى روا كړى؛خو دا چى زموږ له دينه ووځې او پر بل دين شې. “

 يزيد په ډېره غوسه وويل : ” له ماسره داسې مقابله كوې؟ هغوى چې له دينه وتلي وو ، ستا پلار او ورور و. “

 زينب بي بي ورته وويل : تا، پلار او نيکه دې، زما د پلار ، ورور او نيکه له لارې د خداى د دين ښوونه ترلاسه كړه “

 يزيد وويل : ” د خداى دښمنې دروغ وايې”.

 زينب بي بي وويل : ” ته اوس ځواكمن يې، كنځلې كوې او زور غږوې”.

 فاطمه د امام حسين (ع ) لور وايي: “پر خداى قسم يزيد شرمنده او چوپ شو . ” شامي بيا غوښتنه تكرار كړه ” چې دا جلۍ ماته راوبښه”، يزيد چې هغه پاخه ځوابونه اورېدلي وو، په توندۍ او غوسه يې وويل : “ورك شه ! خداى دې ژر را نه واخله” [23]

  يزيد ته يې د سرو په كاسه كې د امام حسين سر ايښى و، يزيد همسا راوغوښته او د حسين په غاښونو يې وهله،ويې ويل:ابوعبدالله ! څومره ښكلي غاښونه لرې! “

 په دې وخت كې يو اصحابي” ابوبرزه اسلمي” يزيد ته وويل: “ته خو په همسا د حسين شونډې او غاښونه وهې؟ ! پوه شه، چى ستا همسا د حسين شونډې چيچي او ازاروي يې او ما څو څو ځلو ليدلي، چې پېغمبر به دغه شونډې ښكلولې او رودلې. يزيده ! پوه شه،چې د قيامت پر ورځ به ستا شفيع  ابن زياد وي او د حسين به محمد ( عليه السلام ) وي! ” بيا له غونډې پاڅېد او ولاړ.[24]

غزل بابا:

 وركه بلا د خوار امت كړله بلا د حسين
ځكه د هر مسلمان زړه دى جلوه ګاه د حسين
د تن ويښته د حال په ژبه كړي ثنا د حسين
سخ د هغو سر کې د چا چې وي سودا د حسين
جوړ شو قاصد يثرب ته ځي باد د سبا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
په ملكوت کې ځاى پځاى دا هسې شور دى ولې
ستم ايجاد فلك د غمه نه نسكور دى ولې
د فرښتو په سر د غم ابر راخور دى ولې
چا كړو ستم مخ د افق داسې تك تور دى ولې
زلفې خورې دې مضطرب ولې بابا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
د مظلومۍ وايې نوحه وس كربلا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا دحسين
راغله دمشق ته قافله چې بنديوان دي همه
پټ په وريځ کې د بلا د برق پشان دي همه
څه سرتور سرې كنډې رنډې يتيمان دي همه
خبر يې دا د محمد د خاندان دي همه
مير د كاروان بسته په اوښ زين العباد حسين
شفق په وينو كړي ژا په ابتلا د حسين

يزيد خپله منځپانګه را برسېروي

 يزيد چې د خپلې بريا په  ښاڅمنۍ – غرور كې و د ” ابن زبعرى ” دا شعرونه يې ويل :

  • ليت اشياخى ببدر شهدوا جزع الخزرج من وقع الاسل
  • الاهلوا و استهلوا فرحا ثم قالوا يا يزيد لا تشل
  • قد قتلنا القرم من ساداتهم وعدلنا ميل بدر فاعتدل

 1 _كاشكې د بدر په جګړه كې زما د قوم مشران واى،چې ليدلي يې واى، چې ما څه وكړل .

 2 _ چې شاباسې او آفرين يې راكړى واى او خوښ شوي واى او راته يې ويلي واى : يزيده ! په لاسونو دې بركت شه “

 3 _ ما ددې قوم مشران او ښاغلي ووژل او د بدر غچ مې ترې واخست او سر پر سر شول “

 بيا يې پرې خپل يو بيت ور زيات كړ، ويې ويل :

 ” زه به د عتبه له اولادې نه يم، چې د احمد له اولاده او څه يې چې ترسره كړې غچ او بدله وانخلم”

 د سبط ابن جوزي حنفي په تذكرة الخواص الامه كې راغلي

 ” په ټولو روايتونو كې مشهوره داده، چې، يزيد د امام حسين سر ځانته مخامخ كېښود او د شاميانو په مخ كې يې پر همسا واهه او د ” ابن زبعرى ” اشعار يې ويل او بيا يې پرې دا لاندې دوه بيتونه ور زيات كړل :

 ” بني هاشمو له پاچاهۍ او سلطنت سره لوبې وكړې، نه له آسمانه خبره راغله او نه وحې را کېووته .

 زه به د خدف له ټبره نه يم، چى د احمد له اولاده او څه يې چې كړى ، غچ وانخلم ” [25]

يزيد ته د حضرت زينب  وينا

 د امام علي (ك) لور د يزيد په غونډه كې راپورته شوه او داسې يې وويل : ” د پالونکي خداى ستاينه ده، پر”محمد او آل محمد” دې درود وي، سبحان خداى څومره رښتيا ويلي چې: ” د ګناهګارانو او بدكارانو عاقبت او پاى دا وي،چې زموږ آيتونه دروغ ګڼي او ملنډې پرې وهي”يزيده ! څه خيال كوې؟ ګومان كوې چې ځمكه مې پرې تنګه او آسمان راټيټ كړى او موږ د بنديانو په څېر يوه خوا او بله خوا وړې راوړې، چى دا كار به د خداى په نزد زموږ مقام راټيټ كړي او ته به پر دې ظاهري بريا خداى ته ستر او عزتمن شې؟ غړۍ دې پورته نيولې او خپل تېر آر ته ورستون شوى يې، خوښ او مست يې،چې د دنيا چړچې دې ځان ته برابرې كړې،اوس چې دې زموږ پر ملك او سلطنت قبضه كړې، دغسې چارې كوې؟ قرار كېنه، قرار! د خداى تعالى دا وينا دې هېره كړې چې ويلي يې دي: ” هغوى چې كفر غوره كړى،نه ښايي داسې وګڼي، چې كوم دنيوي فرصت مو وركړى، دا به يې په خير وي، موږ دا امكان او فرصت ددې لپاره وركړى، چې خپل ګناهونه پكې زيات كړي او هغوى ته ذليلوونكى غذاب په مخ كې دى”

زما د نيکه په لاس د آزاد شويو زويه ! ايا دا عدالت دى، چې تا خپلې ښځې او وينځې ستر كړي او په ښارونو كې د رسول الله (ص) لوڼې بنديوانې ګرځوې؟ پڼوني دې ورته څيري كړي او مخونه يې ښكارې، دښمنان دې ورپسې كړي،چې له يوه ښاره يې بل ښار ته ځغلوې او ښاريان يې تماشا كوي ، مرستندويان يې هم نشته او خپل نارينه يې هم  پالنې ته نه پرېږدې؟! نه، خدايه! څه وايم ! څنګه به له داسې چا د څارنې هيله ولرو،چې پر خوله يې د حمزه سيدالشهدا ځيګر ژوولى وي او غوښې يې د احد د شهيدانو له وينو رازرغونې شوې وې؟ ايا له داسې چا زموږ د نبوي كورنۍ د دښمنۍ په باب د نرمۍ تمه كېداى شي، چې موږ ته د كينې په  سترګو ويني، پرته له دې، چې دا كارستره ګناه وګڼي او ورپسې په ډېرې وياړنې زياتوې! ” يزيده په لاسونو دې بركت شه، آفرين.”چې پر همسا د ابي عبدالله او سيد شباب اهل الجنه غاښونه ټكوې او ازاروې يې. يزيده ! تا خو د آل محمد وينه تويه كړه او د آل عبدالمطلب د دنيا ستوري دې ورژول ، خپله كينه او زړه دښمني دې را برسېره كړه او خپل تېر آر ته ورستون شوى يې، خپل نيكونه رايادوې او ګومان كوې،چې هغوى به رابولى، حال دا چې ډېر ژربه يې ځاى ته ورستون شې او هلته به افسوس كوې، چې كاشكى كونګ او بېوسې واى، چې دا خبرې او كړه وړه مې نه واى ترسره كړي!  خدايه ته زموږ حق واخله. چاچې پر موږ تېرى كړى،ته مو غچ واخله ، هغوى پرخپل غضب ككړ كړه، چې زموږ او زموږ د ملګرو وينې يې تويې كړې دي .  يزيده ! تا خپل پوټكى څيرلى او غوښې دې راغوڅې كړي، ته به له رسول الله سره مخ شې، چې د هغه د ځوځات د وينو د تويېدو او بې سترۍ زمه واري در پرغاړه ده، هغه ځاى چې هلته به پالونکى خپره وره شيندل شوې “نبوي كورنۍ” راټولوي او بيلتون به يې پر پيوستون اړوي او حق به يې اخلي: ” او نه ښايي داسې وګڼو ، هغوى چې د خداى په لار كى وژل شوي، مړه دي؛ بلكې ژوندي دي او د پالونکي په نزد روزي خوري. “

 تا ته همدومره بس دى، چې خداى پاك درسره حساب وكړي او محمد (ص ) دې دښمن وي او جبرييل امين زموږ ملاتړى هم وي. چا چې تاته دغسې جنايت ښكلى انځور كړ او ته يې د مسلمانانو پر اوږو سپور كړې؛ نو ډېر ژر به پوه شې، چې په دوزخ كې د ظالمانو لپاره ناوړه ځاى شته او ته هم پوهېږې،چې ” په موږ او تاسو كې د چا عاقبت ناوړه او څوك كمزورى دى”.

 يزيده ! موږ له سختې ورځې تاسې سره دا خبرې كوو كه نه ته زموږ په نزد ډېر ټيټ او سپك يې تردې چې ته پر ملامتۍ هم نه ارزې؛ خو څه وكړم چې سترګې مې له اوښكو ډكې او سينه كې مې د اور لمبې دي.

 خبر وسئ، ډېره حيراني ده، چې د حزب الله سپېڅلي د حزب شيطان د ازاد شويو له لاسه وژل كېږي! زموږ وينې د دوى له لاسونو څڅېږې او غوښې مو د دوى خولې ژوي، زموږ د سپېڅليو تنې لېوان څيروي او ګيدړان يې ځغلوي. يزيده ! كه ته موږ خپل غنيمت ګڼې؛ نو پوه شه، چې ډېر ژر به موږ ستا په زيان تمام شو، په هغه ځاى كې، چې له ځانه دې له مخكې استول شوي پرته بل څه نه ليدل كيږي.”او ستا پالونکى، پر خپلو بندګانو تېرى نه كوي. ” خداى ته شكايت او ګيله كوم او پر هغه ډاډه يم . يزيده ! له مكر او چلونو دې پوره كار واخله ، څومره دې چې له لاسه كېږي هومره زيار وباسه، ته زموږ ياد له منځه نشې وړاى او وحې مو نشې مړه كولاى ، ددې جنايت تور ټكى تر ابده له تا نشي لرې كېداى، ته پوه شه،چې نظريات دې پر دروغو دي، ورځې دې په شمار او لښکر دې مخ پر خپرېدو دى، پر هغه ورځ چې منادي غږ كوي: ” پوه شئ ، چى پر ظالمانو دې د خداى لعنت وي . “

  د پالونکي ستاينه ده، چې زموږ ړومبنيو په نېكمرغۍ او بښنې لار تر پايه وهلې او وروستنيو ته يې شهادت او خپل رحمت ورپيرزو كړ، له سبحان خدايه غواړم، چې ثوابونه يې ورزيات كړي او د هغوى شهادتونه يې د ځوځات د زيادښت لامل وګرځي او موږ يې غوره او مطلوب ځايناستي وګرځوي چې: (( هغه لوراند او لورين دى،هغه موږ ته بسيا او ښه ډاډ ځاى دى)).[26]

او يزيد وويل : يا صيحة تحمد من صوائح – ما اهون النوح على النوائح

 وه څه لوړې نارې سوري دي ،چې له ويرنبولو راباندې ښه لګي،چې  وير يې ، ويرنبولو ته څومره اسان دى !

د يزيد مېرمن حيرانېږي اوپوښتي 

په طبري تاريخ او د خوارزمي په مقتل  کې وايي: د يزيد مېرمن (چې طبري ، هنده د عبدالله بن عامر بن کريز لور ښوولې ده ) د يزيد د ناستې شورځوګ واورېد،له پردې راووته او ناستې ته وراغله او ويې ويل: (( اميرالمؤمنينه ! دا د رسول الله  د لور فاطمې د زوى سر دى؟)) يزيد وويل ! (( هو… [27]))

 په سيراعلام النبلاء ،په ابن  کثير تاريخ  او نورو کتابونو کې راغلي ،چې : د حسين (ع) سر درې ورځې د دمشق په ښار کې پر دار ځړوند و [28].

  د حسين (ع) سر مدينې ته استول کېږي 

بلاذري او ذهبي وايي : يزيد د امام حسين (ع) سر په مدينه کې اموي چارواکيو ته ولېږه او د مديني والي عمرو بن سعيد وويل: (( ښه وه، چې اميرالمؤمنين يې سر را لېږلى نه واى )) ؛خو مروان وويل : (( پرخداى قسم ،بده خبره دې وکړه!  را يې کړه ))  بيا يې سر واخست او ويې ويل :

يا حبذا بردک فى اليدين        ولونک الاحمر فى الخدين

 سر دې په لاسونو کې راباندې ښه لګي؛خو اننګې دې اوس هم سره دي!

 راوي وايي: بيا يې د حسين سر پر دار کړ او د آل ابى  طالب ښځو وير وکړ او مروان دا بيت  ووايه :

عجت نساء بنى زبيد عجة     کعجيج نسوتنا غداة الارنب

د بني زبيد ښځو زړه سوځې چغې وکړې؛لکه ،چې زموږ ښځو مخکې کړې وې او چې  بيا يې وير وکړ، مروان وويل :

ضربت دوسر فيهم ضربة      اثبتت ارکان ملک فاستقر

 ((دوه سرې[29] )) تورې پرې داسې ګوذار وکړ،چې د واکمنۍ پايښتې شوې ! [30]

 راوي وايي : په دې لانجه  کې ،چې (( عمروبن سعيد)) خبرې کولې؛ نو ((ابن ابى حبيش)) پاڅېد او ويې ويل: (( خداى دې پر فاطمې ولورېږي!))  عمرو خبرې څه اوږدې کړې اوروسته يې وويل : له دې سړي حيرانتيا ده !  فاطمه  له کومه پېژنې ؟))

  ويې ويل : (( مور يې خديجه وه ! ))

 عمرو وويل : ((هو، پر خداى قسم ، د محمد لور هم وه ، ټول کسان يې پېژنم ! پر خداى قسم  ښه مې راتله ، چې اميرالمؤمنين دا سر رانه دريغ کړى واى او نه يې واى را لېږلى ! پر خداى قسم ، ښه مې ايسېدل ، چې سر يې پرغاړه او ساه يې په تنه کې واى ! [31]

د دمشق په جامع جومات كې د امام سجاد وينا

 يزيد د دمشق د جامع جومات خطيب ته وويل : منبر ته پورته شه او زما او زما د پلار ستاينه وكړه او د علي او حسين بده ووايه. خطيب همداسى وكړل . په دې وخت كى امام علي بن الحسين پرې نيوكه وكړه ويې ويل : “خطيبه! پر تا دې افسوس وي،چى د مخلوق د خوښۍ لپاره خداى له ځانه ناراضه كوي، چې ځاى به دې دوزخ وي. “

 بيا امام وويل: “يزيده، اجازه راكوې، چې زه هم پر منبر داسې خبرې وكړم، چې خداى رضا شي او د ناستو خلكو هم اجر او ثواب وشي” يزيد ونه منله، خلكو وويل: “اميرالمؤمنينه! اجازه وركړه،چې پورته شي، څه ترې واورو.”

 يزيد خلكو ته وويل : ” كه دا سړى منبر ته پورته شي،تر هغه نه راكېوځي چې زما او د آل ابوسفيان ابرو له منځه يوسي: خلكو وويل : ” څوك خو د هغه او د هغه د خبرو پلوى كېږي نه! يزيد وويل: ” دا په علم مړه كورنۍ ده”  او د خلكو په ټينګار يې ورته اجازه وركړه. امام منبر ته پورته شو او تر څښتن ستاينې وروسته يې وويل:((خلكو! موږ نبوي كورنۍ ته شپږ ځانګړنې راكړل شوي او په اوو نورو څيزونو كې تر نورو امتياز او لوړاوى لرو. شپږ ځانګړنې دادي:

 1_ علم 2 _ حلم 3 _ صبر او زغم 4 _ فصاحت 5 _ مړانه او شجاعت . 6 _ د مؤ منينو په زړونو كې مينه.

 پر نورو د اوو څيزونو امتياز مو دادى :

 1 _ د مختار خداى نبي ، محمد مصطفى له موږه دى . 2 _ صديق ، 3 _ طيار ، 4 _ اسدالله ، 5 _ د عالم د ښځو ښاغلې فاطمه بتول ، 6 او 7 ددې امت دوه سبطه؛د جنتي ځوانانو دوه ښاغلي دا ټول له موږ ځنې دي [ بيا يى وويل ] : څوك چى ما پېژني، خو مې پېژني. [ او څوك چې مې نه پېژني ] اوس ورته خپل حسب ا و نسب ښيم: (( زه د مكې او منا زوى يم،زه د زمزم او صفا زوى يم، زه د هغه زوى يم، چې پر براق سپور شو او اسمان ته وخوت. زه د هغه زوى يم، چې جبريېل سدرة المنتهى ته ورسو …. زه د محمد مصطفى زوى يم . زه د سبطينو د پلار علي بن ابيطالب زوى يم ، زه د فاطمې زوى يم ، هغه چې د ښځو اغلې او د رسول اكرم د بدن برخه وه ))

 راوي زياتوي: ” امام پرله پسې ويل : زه …. زه …. تردې چې خلكو په ژړا او وير پيل وكړ او يزيد د فتنې د راولاړېدو له ويرې موذن ته وويل، چې اذان وكړه . امام چوپ شو، موذن به چى ” الله اكبر ” وايه؛ نو امام سجاد به ويل : ستر دى ډېر ستر دى ، داسې، چې په قياس كې نه راځي او نه په حواسو كې ځاييداى شي او تر خداى هېڅ څيز ستر نه دى “

 موذن چې اشهد ان لا اله الا الله ووايه : نو امام وويل : زما ټول وجود او تن پر همدې كلام شاهدي وركوي”او چې موذن اشهد ان محمدا رسول الله ووايه؛ نو امام سجاد له منبره يزيد ته مخه كړه او ويې ويل:” يزيده! دا محمد صلى الله عليه و آله ستا نيکه دى كه زما ؟ كه ادعا وكړې، چې زما نيكه دى؛ نو دروغ دې ويلې او كه ووايې چې ستا دى؛ نو و لى دې د هغه عترت او ځوځات وواژه ؟ “

 راوي وايي : موذن اذان وكړ ، يزيد مخكې شو او د ماسپښين لمونځ يې وكړ . ” يزيد،چې لمونځ وكړ؛ نو امر يې وكړ، چې امام سجاد، خويندو او ترورګانو ته يې ځانګړى كور وركړي. چې بيا به هلته “نبوى كورنۍ” د كربلا د شهيدانو په وير كې ماتم كاوه.

يزيد وروسته خپل چلن او دريځ واړاوه او لګېدلي بنديزونه يې لرې كړل

 او دا چې د “نبوي كورنۍ” په شتون كې د دمشق حالات واوړېدل؛ نو يزيد په خورا درناوې مدينې ته رخصت كړه.[32]

ښکاري،چې يزيد[33] تر دې پېښى وروسته ، ناچار شو ،چې د رسول الله (ص) له ځوځات سره خپل چلن واړوي او لږ څه يې ازاد پرېږدي او اجازه ورکړي، چې خپلو شهيدانو ته ویرنبولي – عزاداري وکړي .

 ابن اعثم د تېر و رواياتو تر يادولو وروسته وايي : يزيد  تر لمانځه  وروسته  امر وکړ ،چې علي  بن الحسين  ، خويندو او ترورګانو ( رضوان الله عليهم ) ته يې يو کور ورکړي او دوى هم څو ورځې وير غونډې جوړې کړې او پر حسين (رضى الله عنه) يې وژړل او ویرنبولي يې وکړه .

وايي : يوه ورځ علي بن الحسين له کوره راووت او په دمشق بازار کې ګرځېده او ((منهال بن عمرو)) صحابي وليد او ويې ويل : (( يا ابن رسول الله څه حال لرې ؟))

 ويې ويل : (( په آل فرعون کې د بني  اسراييلو په څېر، چې  ذامن يې وژل  او ښځې يې ژوندۍ ښخولې! منهاله ! عربو پر عجمو وياړېدل،چې  محمد (ص) يې دى او قريش پر نور عربانو وياړېدل،چې محمد(ص) له دوى ځنې دى او دادى موږ د محمد اهل بيت معضوب ،مظلوم ،مقهور ، مقتول ، شړل شوي او خپاره واره يو !

منهاله ! په هر حال : (( انالله واناالله راجعون )) موږ د الله يوا و پر لور يې ورستنېږو)) [34]

مدينة الرسول ته د عترت النبي  ورستنول

چې يزيد وليدل اموي پلازمېنې ته د آل محمد  (ص) د بنديانو راتلل د آل اميه )) پر ګټه پاى ته و نه رسېده؛ نو هوډ يې  وکړ، چې له ((نعمان بن بشير)) سره يې د خپل نيکه رسول الله (ص) مدينې ته واستوي.

طبري او نور وايي: يزيد بن معاويه  ،نعمان بن بشير ته وويل : نعمانه! ښه يې چمتو کړه او يو امين  او صالح  شامۍ ورسره کړه ،سپار ه او ملګري ورکړه،چې مدينې ته يې بوځي.

بيا يې امر وکړ، چې د اهل بيتو ښځو ته جلا کور ورکړئ او اړتياوې يې ورپوره کړې او علي بن الحسين ته يې د هماغه کور ترڅنګ کور ورکړ . وايي : د اهل البيتو ښځې دباندې ووتې ،چې يزيد کره ولاړې او د آل معاويه ټولو ښځو ښه راغلاست ورته ووايه، وير يې وکړ او پر حسين يې وژړل او درې ورځې يې ويرنبولي وکړه.

يوه ورځ يزيد(( عمروبن حسين بن علي )) ،چې کوچنى هلک و، راوغوښت او ويې ويل: (( له دې هلک (؛يعنې له زوى يې خالد) سره غېږ نيسې ؟))

 ويې ويل : (( نه ،خو يوه چاړه ماته او يوه هغه ته ورکړه،چې جګړه ورسره وکړم !))

 يزيد پاڅيد اوپه غېږ کې يې  ونيو او ويې ويل :

شنشنة اعرفها من اخزم      هل تلد الحية الاحية ؟

داټول له بېخ اوجرړې ېې راووځي، د مار بچى مار وي ؟

وايي : چې وتو ته چمتو شوو ، يزيد خپل  استازي ته لازمې سپارښتنې وکړې او استازي ورته حرکت ورکړ او د شپې يې لار وهله او تر ځان يې مخکې کړي وو، چې له نظره لرې نه وي او چې پلي کېدل پخپله او ملګري يې ترې يوې څنډې ته کېدل ،چې د خپلو اړينو چارو په باب؛لکه اودس، اودس ماتي په هکله په تنګسه کې نه وي او تر پايه يې همدا دود خپل کړى و او غوښتنې يې پوښتلې او په نرمۍ ورسره چلېدل.

کربلا ته داهل البيتو ورتلل

په مثيرالاحزان  او لهوف کې وايي : چې کله اهل البيت عراق ته ورسېدل،د کاروان له لارښوده يې وغوښتل ،چې د کربلا پر لار يې  بوځي او چې د شهيدانو وژنځي ته ورسېدل؛نو جابر بن عبدالله انصاري (رض) ا و يو شمير بني هاشم يې وليدل ، چې امام  حسين د قبر زيارت ته راغلي وو، نو په ژړا او خپګان يو له بل سره مخ شوو او د هغې سيمې ښځې هم ورسره يو ځاى شوې او دلته څو ورځې پاتې شوو، بيا له کربلا جلا او مدينې ته ور روان شوو.

غزل بابا وايي :

دا ستمونه چې په ال د مصطفى شوي دي
په ويړ جهان کې راته وايه چې په چا شوي دي
هغه ناشوني چې شيطان هم ترې امان غواړي
هغه په ال د محمد په كربلا شوي دي
تل به روانه وي د حق او د باطل جګړه
لكه جنګونه د تيرې او د رڼا شوي دي
چې پاك نبي په پاكو لبو ښكلولو مدام
ډېر ګوزارونه د هغه په مخ او شا شوي دي
د اولادونو خاوندانو تصور خو اوكړىْ
په ماشومانو چې ظلمونه د زهرا شوي دي
عجيبه دا چې دا روا مسلمانانو ګڼل
خو كافرانو دا ويل چې ناروا شوي دي

له مدينې دباندې ويرغونډه

بشير بن جذلم وايي: چې مدينې ته ورنژدې شو ،علي بن الحسين پېټي کوز کړل، ښځې يې پلې کړې او و يې ويل : ((بشيره! خداى دې پر پلار ولورېږه ،چې پياوړى شاعر و،ايا ته هم څه شاعر يې ؟))

ومې ويل: ((هو اى د رسول الله  (ص) زويه ! زه هم شاعر يم .))

 ويې ويل : (( مدينې ته ورشه او د اباعبدالله له شهادته  يې خبرکړه ))

بشير وايي : پر اس سپور شم او په ځغاسته مدينې ته ورسېدم او چې مسجد النبي (ص) ته ورنژدې شوم، په ژړا مې غږ پورته کړاو ومې ويل :

يا اهل يثرب لا مقام لکم بها

قتل الحسين فادمعى مدرار

الجسم منه بکربلاء مضرج

و الراس منه على القناة يدار

 مدينوالو درنګ مه کوئ؛ ځکه حسين وژل شوى؛ نو اوښکې وڅڅوئ او خپګان وکړئ! تنه يې په کربلا کې په وينو لړلې او خرانګې خرانګې او سر يې په هر ځاى پر نېزو تېريږي !

وايي : بيا مې وويل: ((علي بن الحسين (ع) دى،چې له خپلو تريندو اوخويند و سره چاپيريال ته مو راغلى او ستاسې  د ښار د ديوالونو تر شا راکوز شوى او زه يې استازى يم ،چې ځاى یې دروښيم . ))

په دې حال کې د مدينې ټولې سترمنې راووتې، وير يې وکړ ، مخونه يې وهل او تردې ورځې په مدينه کې ترخه ورځ ليدل شوې نه وه !

خلکو وپوښتل : ((څوک يې؟))

 ويې ويل : ((بشير بن جذلم يم.  علي بن الحسين را لېږلى يم او پخپله په پلاني ځاى کې د ابي عبدالله له کورنۍ او ښځو سره يې دى )) وايي: ناڅاپه يې خوشې کړم، له ما مخکې شوو او ما هم اس وځغلاوه او ور و رسېدم او و مې ليدل ،چې ټولې لارې او ځايونه يې ډک کړي وو. له ناچارۍ له اسه کوز شوم او د خلکو پر سرونو او اوږو تېر شوم ،چې د خېمې خولې ته ورنژدې شوم او على بن الحسين دباندې  راغى او په خپل دستمال يې اوښکې پاکولې او خادم يې يوه چوکۍ ورته کېښووله او امام په خورا اسويلي کېناست او خلکو ډاډ او تسليت ورته ووايه . بيا يې اشاره وکړه، چې چوپ شي  او چې د خلکو شور و زوږ کېناست، ويې ويل : (( ستاېنه يوازې نړۍ پال الله ته ده . د جزا د ور ځې مالک دى،د ټولو ژویو پنځګر دى ، هماغه،چې  لرې دى او په لوړو دنګو اسمانونو کې او نژدې دى او پر هرې پټې خوالې شاهد، په سترو پېښو او کړاوونو يې ستاېم . قومه ! خداى ته ستاېنه ده ،چې په اسلام کې  يې په پېښ شوي ستر کړاو ازمېښت کړو! ابوعبدالله او عترت (ځوځات) يې ووژل شو،ښځه او لوڼې يې بنديانې شوې او سرونه يې په دنګو نېزو په ښارونو کې وګرځول شوو!

 خلکو! څوک يې پر وژنه خوشحال شول؟ کومو سترګو پرې ونه ژړل؟ حال دا چې ټولو سمندرونو، اسمانونو،  ځمکې، ونو، مقربو پرښتو او عزتمنو لوړ ناستو پرې وژړل! خلکو! پر شهادت يې کوم زړه ونه دردېده؟ يا کوم زړه دى ،چې پرې نه ژاړي؟ يا کوم غوږ دى ،چې په اسلام کې  دا راغلې پېښه واوري اوکوڼ نشي؟ خلکو! موږ خو اوس شړل شوي، ګوښه شوي او خپاره واره شوي يو؛ لکه ،چې ته وا د ترک او کابل والا يو او هغه هم بې له دې چې څه ګناه مو کړې وي يا کوم ناخوښه چار مو ترسره کړى وي! له خپلو تېرو بدويو خو دا چلن په ياد نه لرو. دا يوازې يو دروغ دي. پر خداى قسم  که پېغمبر (ص) لکه ،چې تردې مخکې يې زموږ د دوستۍ  او حرمت په هکله سپارښتنه ورته کړې وه ، که له موږ سره يې د جګړې سپارښتنه ورته کړى واى ؛نو چې يې څه وکړل، تردې يې زيات کړاى نشو! نو ((انالله وانااليه راجعون)) موږ د الله يو او پر لور يې ورګرځو))

په دې وخت کې (( صوحان بن صعصعه )) ،چې پر ځمکه پروت ناروغ و، پاڅېد( او داچې داهل البيتو ملاتړ ته ورتلا ى نشو) عزر يې وغوښتنه او امام يې عذر ومانه او مننه يې ترې وکړه او پر پلار يې ورته رحمت ووايه  . [35]

مدينې ته ورننوتل

طبري له ((حارث بن کعب)) روايتوي: د علي لور فاطمې راته وويل : خپلې خور زينب ته مې وويل : ((خورجانې! دې شامي راسره ښه چلن او ملګرتوب وکړ، انعام ورکولاى شم ؟ ))

 ويې ويل : (( پر خداى قسم  د انعام ورکولو خو څه نه لرو ؛خو  ګاڼې شته ، چې وريې کړو !))

ما او خور مې خپلې غاړه کۍ او لاسبند راوايستل  او ور ومو لېږل او بښنه مو وغوښته او ومو ويل: ((دا په سفر کې ستا د ښه چلن بدله ده )) .

 ويې ويل : ((که  چلن مې د دنيا په پار و، دا ستاسې ګاڼې او تر دې لږو هم خوشحالوم ؛خو پر خداى قسم، چې يوازې مې د خداى او له رسول الله (ص) سره ستاسې د خپلوۍ په پارکړى دى !))

د امام سجاد څلوېښت کلن ویر

په لهوف کې وايي: له امام صادق (ع) نه روايت شوى ،چې : (( زين العابدين څلوېښت کاله پر خپل پلار وژړل. د ورځې روژه تي او د شپې پر عبادت لګيا و او چې  د روژه ماتي وخت به شو او خادم يې ورته خوراک څښاک ايښووه، ويل يې : ((ښاغاليه! روژه ماته کړئ!))

 امام ويل: ((د رسول الله زوى په وچ وشونډو تږى ووژل شو!)) او تل يې دا خبره کوله او ژړل يې ،چې خواړه به يې پر ژړا لامدېدل!  او د ژوند تر پايه همدغسې و .

وايي : د امام يو خادم ويلي دي: امام يوه ورځ بېديا ته  ولاړ او زه ورپسې ورغلم او ومې ليده ،چې په سخته او ځيګه ډبره پروت دى. ودرېدم او د هغه ذکر او زارۍ مې اورېدلې، ذر ځل مې وشمېرل ،چې يې ويل: ( لا له الا الله حقا حقا، لا اله الا الله تعبداً ورقاً ، الا له  الا لله  ايمانا و صدقا) ،چې سر يې له  سجدې راپورته کړ، ږيږه او مخ يې په اوښکو لا مده وو، ورته مې وويل : ((ښاغليه! غمونه دې پاى ته نه رسي ؟ ژړا دې نه کمېږي؟))

 ويې ويل : (( پرتا افسوس ! يعقوب (ع) د اسحاق (ع) زوى ، د ابراهيم ( ع) زوى ، پېغمبر ا و د پېغمبر زوى و او دولس زامن يې درلودل ، خداى يو يې له سترګو غايب کړ ،د سر ويښتان يې سپين ، پر ملا کړوپ او له ژړا ړوند شو، حال دا چې زوى يې ژوندى و! او ما په خپلو سترګو، خپل پلار، ورور او له اهل بيتو مې اولس تنه پر ځمکه لوېدلي وژل شوي وليدل ؛نو څنګه به مې خپګان پاى  ومومي او ژړا به مې لږه شي ؟!)) [36]

د امام سجاد(ع) په مخ کې د ابن زياد سر

يعقوبي وايي :مختار، د عبيد الله بن زياد سر، يو خپلوان ته ورکړ،چې په مدينه کې يې علي بن الحسين  ته وسپاري او ورته يې وويل: (( د علي بن الحسين پر وره ودرېږه او چې ورونه پرانستل شول او خلک ننووتل ؛نو دا يې د خوړو ورکولو وخت دى؛ نو ورشه ))

 د مختار استازي همدغسې وکړل اوپه لوړغږ يې وويل : ((اى د نبوت اهل بيتو، د رسالت کان ، د پرښتو د راکېوتو ډګر او د وحې کوره! د مختار استازى يم او د عبيدالله بن زياد سر راسره دى !))  ناڅاپه د بني هاشمو ښځو په کورونو کې پر وير شوې، استازى امام ته ورغى او د ابن زياد راوړى سر يې راښکاره کړه او،چې  د علي بن الحسين  سترګې پرې ولګېدې، ويې ويل : (( خداى دوزخ ته راښکوده !))

ځينو روايت کړى ،چې علي بن الحسين د خپل پلار تر شهادت وروسته،خندنى ليدل شوى نه و؛خو پر هغه ورځ ! امام  اوښان درلودل ،چې له شامه به يې پرې خوراک او مېوه راوړل، چې  د عبيد الله بن زياد سر يې راووړ؛نو امر يې وکړ،چې ټول خواړه او مېوى پر مدينوالو وويشئ او تردې وروسته د اهل البيتو نجونو ځانونه سينګار کړل او نکريزې يې وکړې؛ځکه د حسين بن علي (ع) تر  شهادت وروسته يوې ښځې هم ځان نه سينګاراوه.[37]

[1]  دا برخه اخستل شوی: معالم المدرستین د امام حسین برخه

[2] .اغانى،څلورم ټوک،١٥٥ مخ

[3]  د معالم المدرستین د برخې پای

[4] . طبري تاريخ 2/368 _ 369 د اروپا چاپ

 [5] . طبري تاريخ 2/370 د اروپا چاپ

[6]  دا برخه اخستل شوی: معالم المدرستین، د امام حسین برخه

[7] .[ د معالم المدرستین د برخې پای] ابن نماحلي ، مثير الاحزان 66_ 69 مخونه/ سيد ابن طاووس، اللهوف/ ابن شهر اشوب مناقب.

[8] . “د ابن اعثم كوفي تاريخ 5/242 او 243 ،  د طبري تفسير تر اړوند ايت لاندې.

 د ابن كثير تفسير 4/112 ،  خوارزمي مقتل 2/61 ،  سيد ابن طاووس، اللهوف د سيد احمد فهري فارسى ژباړه 176 _ 178 مخونه ،  شيخ صدوق، امالي 166 مخ درييم چاپ.

[9] دا برخه اخستل شوی: معالم المدرستین، د امام حسین برخه

[10] .تذکرة الخواص،دويم ټوک،١٤٨ مخ؛ په معجم البدان کې وايي : جيرون د دمشق په شاوخوا کې دى .

[11] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٦٠ او ٦١ مخونه .

[12] .د شورى سورت ٢٣ آيت

[13] .د اسراء سورت ٢٦ آيت

[14] د انفال سورت ٤١ آيت

[15] . د احزاب سورت ٣٣ آيت

[16] .تذکرۀ الخواص الامة،١٤٩ مخ؛مثير الاحزان،٧٩ مخ .

[17] . طبري تاريخ،د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٧٧ مخ

[18] .مثير الاحزان،٧٨ مخ

[19] .حديد،٢٢ آيت [ د معالم المدرستین د برخې پای]

[20] .د شورى سورت ٣٠ آيت

[21] . ( 1 ) _ سبط ابن جوزى حنفى ، تذكره الخواص الامه ، 149 مخ.  ( ب ) _ ابن نماحلى ، مثيرالاحزان 79 مخ ، ( ج ) _ د اللهوف فارسى ژباړه ، 178 مخ ، ( 2 ) _ ابن نماحلى ، مثيرالاحزان ، 78 مخ او د اللهوف ژباړه 178 مخ

[22] . د ابن اعثم كوفې تاريخ ( فتوح ) 5/246

[23] . وګورئ: ( الف ) : د شيخ مفيد د ارشاد ژباړه 2/125-126 ، ( ب ) _ طبري تاريخ 6/265

[24] . ( 1 ) _ ابوبرزه الاسلمى؛  نوم يې عبيد او د پلار نوم يې حارث دى ، او پر 64 ه كال مړ شوى ، اسدالغابه 6/31 دارالشعب چاپ . ( 2 ) _ طبري تاريخ 5/465 ، د 61 كال تر پېښو لاندې ، د محمد ابوالفضل ابراهيم له څېړنې سره د مصر چاپ .

[25] .  1_ سيره ابن هشام 3/97. 2 _ ابن ابى الحديد ، معتزلى شافعى ، شرح نهج البلاغه 2/382. 3 _ ابن اعثم كوفې ، فتوح 5/241.  4 _ ابن كثير ، تاريخ 8/192 ، 8/204.  5 _ خوارزمى ، مقتل 2/48 .  6 _ ابن طاووس ، اللهوف ، 69 مخ.  7 _ ابوالفرج اصفهانى ، مقاتل الطالبين ، 120 مخ.  8 _ طبقات فحول الشعرا ، 200 مخ  ، 9 _ سمط النجوم العوالى 3/199  ،  10 _امالى ابو علي قالى 1/  142

[26] . مثيرالاحزان 80 مخ ،  ترجمه اللهوف 18 – 186 مخونه  ،  ژباړل شوى او اخستل شوى دى له: مرتضى عسكرى، نقش ائمه در احيا دين 16/162-166

 [27] .طبري تاريخ،د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٨٢ مخ؛ د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٧٤ مخ

[28] .سير اعلام النبلاء،درېيم ټوک،٢١٦ مخ. خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٧٥ مخ؛د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٠٤ مخ،د ابن عساکر تاريخ،٢٩٦ ګڼه حديث،خطط مقريزي،دويم ټوک،٢٨٩ مخ؛الاتحاف،٢٣ مخ .

[29] .دوسر د نعمان بن منذر له لښکرو ځنې يو لښکر و او متل شوى و،چې تر دوسر لښکره هم بل جرارتر شته

[30] .انساب الاشراف،٢١٧-٩١٩ مخونه؛ تاريخ الاسلام،دويم ټوک،٣٥١ مخ.تذکرة خواص الامة،١٥١ مخ؛ د امالي شجره،١٥٨-١٨٦ مخونه

[31] .انساب الاشراف،٢١٨ مخ

[32] . 1 _ د ابن اعثم كوفي ، فتوح 5/247-249  ، 2 _ خوارزمي، مقتل 2/69-71

[33] دا برخه اخستل شوی: معالم المدرستین، د امام حسین برخه

[34] .هماغه سرچينه،٢٤٩-٢٥٠ مخونه

[35] .مثير الاحزان،٩٠-٩١ مخونه؛لهوف،٧٦-٧٧ مخونه

[36] .لهوف،٨٠ مخ او نچوړ يې په مثير الاحزان،٩٢ مخ کې

[37] . يعقوبي تاريخ،دويم ټوک،٢٥٩ مخ [ د معالم المدرستین د برخې پای]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!