تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۶مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة) حضرت ابوذر غفاري(رض) خلك پر احاديثو پوهول   نشتمن او بېوزلي به له حضرت ابوذر(رض) راټوليدل او همېشه به ورسره ول، هغوى د حضرت ابوذر(رض) پر پاكۍ او زهد عاشقان ول، د شپې او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۶مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

حضرت ابوذر غفاري(رض) خلك پر احاديثو پوهول

 

نشتمن او بېوزلي به له حضرت ابوذر(رض) راټوليدل او همېشه به ورسره ول، هغوى د حضرت ابوذر(رض) پر پاكۍ او زهد عاشقان ول، د شپې او ورځې به ناست ول او د هغه له خولې يې د پېغمبراکرم(ص) خبرې اورېدې .

حضرت ابوذر(رض)د اسلام له سترو محدثيونو شمېرل كېده او ښې فصيحې خبرې يې كولې او پر تقوا او پرهېزګارۍ مشهور و؛ځکه د مسلمانانو د دين مرجع و. يوه ورځ له خلكو سره پر خبرو بوخت و،چې يو چا سوړ وكړ او په خپګان يې وويل:” كاشكې ما هم رسول الله ليدلى واى.”

حضرت ابوذر(رض) : پېغمبراکرم (ص) وويل:”تر ټولو راته نږدې هغه ياران دي،چې له مال او شتمنۍ تېرېږي،چې ما وويني”.

حضرت ابوذر(رض)خپلې خبرې له سره پيل كړې او خلكو ته يې د پېغمبراکرم(ص) د معراج کيسه كوله،چې يو ناپېژندګلو سړى يې وليد ورته يې وويل : څوك يې؟

_ زه “نافع طاحي” يم .

_ د كوم ځاى يې؟

_ د “عراق” يم .

_ “عبدالله عامر” پېژنې؟

_ هو.

حضرت ابوذر(رض) : ما او هغه به يوځاى قرآن لوست؛خو هغه د حكومت هوس وكړ،چې “بصرې” ته ولاړې،ورشه،هغه به  دې هرومرو پوښتي،چې د څه كار لپاره راغلى يې؟ ورته ووايه : چې زه ابوذر رالېږلى يم،سلامونه يې درباندې ويل او ويل يې : خرما زموږ خوراك او اوبه  مو شراب دي . ته هم ژوندى يې او موږ هم ژوندي  يو. په دې وخت كې د حضرت ابوذر(رض) يو انډيوال راغى، سلام يې واچاوه او كېناست . حضرت ابوذر(رض) ورته وويل : له مدينې كله راغلى يې؟

_همدا نن .

_ هلته څه حال و؟

_ حضرت عمر(رض) اورېدلي ول،چې ا بوسفيان د خپل زوى معاويه ( د شام والي) تر ليدو وروسته راستون شوى دى . حضرت عمر(رض) وويل : چې زوى به يې ورته جېبونه ډك كړي وي،چې ابوسفيان راغى،حضرت عمر(رض)ورته وويل : ابوسفيانه!زموږ برخه راكړه.

 ابوسفيان : ما ته څه رارسېدلي،چې ستا برخه هم پکې وكړم؟

حضرت عمر(رض) د ابوسفيان لاس راښکه او د هغه له ګوتې يې ګوته راواېسته،خپل سړي ته يې وركړه ورته يې وويل : د ابوسفيان ښځې (هند) ته د ابوسفيان له خولې پيغام ورسوه؛هغه كڅوړه مې، چې له شامه راووړې،راكړه. كه ښځې يې څه وويل؛ نو دا ګوته وروښيه . سړي څو شېبې وروسته كڅوړه راووړه، چې پکې لس زره درهمه ول،چې حضرت عمر(رض) هغه ټول بيت المال ته وسپارل .

حضرت ابوذر(رض) : پر خداى قسم د رسول الله هغو اصحابو ته حيران يم ، چې په دنيا پسې مړه دي، سپينو او سرو ته پر ارزښت قايل دي،سره له دې،چې له پېغمبر اکرم(ص) يې اورېدلي دي،چې ويې ويل : ” د مال او دنيا مثال د هغه سړي دى،چې په سره اوړي كې پر اوښ سپور وي او د لږې شېبې لپاره د ونې تر سيوري لاندې وي او ژر بېرته روان شي .”

يو له دوى وويل : خداى ويلي دي : “مال او اولاد د دنيا ښكلا ده.

حضرت ابوذر(رض) : هغه ته حيران يم،چې پر ابدي دنيا ايمان لري او بيا هم ځان پردې دنيا غولوي، لوى څښتن ويلي دي:”د خداى په نزد غوره ثواب نېكي ده، چې تر تا وروسته پاتې كېږي .

حضرت نافع طاحي(رض)بصرې ته راورسېد،د والي حضرت عبدالله عامر(رض) كور ته ولاړ، سلام يې واچاوه او كېناست. حضرت عبدالله (رض) ورته وويل : څه اړتيا لرې؟

نافع(رض) : زه په شام كې وم،چې هلته مې حضرت ابوذر وليد، درباندې يې سلامونه ويل او ….

حضرت عبدالله(رض)چې د حضرت ابوذر نوم واورېد،خپلې هغه ټولې شپې ورځې وريادې شوې،چې له دې پاك صحابي سره يې په زهد كې تېرې كړې وې، حضرت نافع(رض) خپلو خبرو ته دوام وركړ او ويې ويل : ابوذر تر دعا او سلام وروسته ورته وويل:”زموږ خواړه كجورې او شراب مو اوبه  دي او سره له دې  موږ هم ستا په څېر  ژوندي يو.”

حضرت عبدالله(رض)چې دا خبره واورېده؛نو د غم ورېځې پرې راخپرې شوې، سر يې ښکته كړ او په ورټ ورټ يې وژړل، دومره يې وژړل،چې ګرېوان يې په اوښكو لوند خيشت شو.

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!