تبلیغات

حضرت علي (ک) وويل: حق دروند او ستونزمن وي؛خو په زړه پورې دى؛خو باطل اسان او سپک دى؛ خو درد ورکونکى اوخطرناک دى. (بحارالانوار۷۰/۱۰۷)  (د ژباړن لنډه شرح) : په طب کې هم کله چې د انسان داخلي غړي؛لکه د هاضمې جهاز ‏په اسيدو يا الکلي موادو وسوزي؛نو ‏ډاکټران یې ‏بېړنۍ درملنه کوي او لامل […]

حضرت علي (ک) وويل:

حق دروند او ستونزمن وي؛خو په زړه پورې دى؛خو باطل اسان او سپک دى؛ خو درد ورکونکى اوخطرناک دى. (بحارالانوار۷۰/۱۰۷)

 (د ژباړن لنډه شرح) :

په طب کې هم کله چې د انسان داخلي غړي؛لکه د هاضمې جهاز ‏په اسيدو يا الکلي موادو وسوزي؛نو ‏ډاکټران یې ‏بېړنۍ درملنه کوي او لامل يې هم دا دې چې الکلي د اسيد غوندې تېز نه دې،چې بدن ‏يې پر ړواندې غبرګون وښيي ؛نو ځکه ‏پر الکلي چې کله کوم انسان وسوزي؛نو الکلي د انسان د انساجو تر بېخه نفوذ کوي او په خپل لار کې هر څه ويجاړوي؛خو‏ اسيد داسې نه دي؛ځکه همدا چې بدن ته ورننوځي؛نو ددې لپاره چې تحريکوونکي دي؛نو بدن يې د راويستو لپاره يا ټوخې کوي او يا ګرځون ؛نو ژر يې له بدن څخه راوباسي ؛نو زما په اند چې د حضرت علي د خبرې مانا دا ده،چې هر ترخه بد نه وي او هر خواږه ښه او په زړه پورې نه وي؛ځکه د باطل د خوږې خبرې مثال د هغه ډول دى چې غږ يې سبا معلومېږي. )

 لنډه شرح :

حضرت علي په پورته حديث کې ډېر په لنډه او ګټوره توګه حق او باطل په ذهن کې را انځور کړى ‏او څومره ښه يې وويل،چې معموﻻ حق ‏تريخ خوند لري؛ خو په زړه پورې دى،چې ډېر ژر به په ټولنې پورې ونښلي او ټولنه به ترې قوت واخلي؛ خو باطل ډېر اسان او کله ډېر خوږ وي؛خو ګانده – راتلونکې يې ډېره ژړونکې وي؛لکه زهرجن خواږه خواړه چې تر اوسه ﻻ د انسان معدې او کولمو ته نه وي رسېدلي،چې خپل تخريب يې پيل کړى وي،چې باطل هم د زهرجن کپ غوندې د ټولنې د بېلابېلو جوړښتونو او بنسټونو د ورانۍ ﻻمل ګرځي .

[ سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګي، ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!