تبلیغات

د تبوك غزا “تبوك” لويه پخه كلا وه،چې د اوبو د چينې ترڅنګ جوړه شوې وه او د “حجاز”  او “شام” په لار كې د “سوريې” پر پوله پرته وه. “سوريه” هغه  مهال د ختيز “روم” په ګورت كې وه،چې مركز يې “قسطنطنيه” و.د “سوريې” د پولې ټول اوسېدونكي مسيحيان وو او واكمنان يې د […]

د تبوك غزا

“تبوك” لويه پخه كلا وه،چې د اوبو د چينې ترڅنګ جوړه شوې وه او د “حجاز”  او “شام” په لار كې د “سوريې” پر پوله پرته وه. “سوريه” هغه  مهال د ختيز “روم” په ګورت كې وه،چې مركز يې “قسطنطنيه” و.د “سوريې” د پولې ټول اوسېدونكي مسيحيان وو او واكمنان يې د “روم” لاسپوڅي وو.

په داسې توندى د اسلام خپرېدو او فتوحاتو د دښمن خوبونه حرام كړل او د چارې په فكر كې شول. د مکې د چارواکيو تسليمېدل او د “حجاز” د نورو ټبرونو د پېغمبراکرم پليون، د دې لامل شول،چې د روم امپراتور له منظم لښكر سره پر مسلمانانو يرغل وكړي؛ ځكه د اسلام نفوذ يې خپل حكومت ته ګټور نه باله.په هغو ورځو كې يوازې “روم” د “فارس” سيال و، چې په وسله سمبال و او روم ، فارس ته پرله پسې ماتو ډېر غره كړى و.د روم لښكر له 4000 سپرو او پليو سرتېرو سره راغى او د “شام” پر پوله يې واړول او د هغه ځاى ټبرونه؛لكه “لخم”،”عامله”، “غسان”، او “خدلم” هم ورسره شول او د “بلقاى” تر سيمې يې پرمختګ وكړ.(381)

پېغمبر اکرم ته دا خبر هغو كاروانو راورساوه،چې د “حجاز” او “شام” ترمنځ پر سوداګرۍ بوخت وو. پېغمبر اکرم بې ځواب وركولو بله چاره و نه ليده او دا بد خبر هغه وخت راورسېد،چې د مدينې او د شاوخوا  خلكو لا خپلې مېوې او درمندونه نه وو راټول كړي او کجورې هم نه وې رسېدلې او ويل كېږي،چې وچکالي هم وه؛خو مسلمانانو ته معنوي ژوند او سترو موخو خورا ارزښت درلود.

 د سرتېرو راټولول او د جګړې لګښت

پېغمبر اکرم د دښمن له سمبالښته خبر و؛نو له دې لوري ډاډمن و، چې دښمن ته ماتې وركول،پر معنوي شتمنۍ سربېره،مادي ځواک ته هم اړتيا لري؛ځكه پېغمبر اکرم خپل كسان مکې او د مدينې شاوخوا ته ولېږل،چې سرتېري راټول كړي او له شتمنو مسلمانانو وغواړي د زكات په وركولو د جګړې لګښت پوره كړي.

بالاخره 30000 تنه جګړې ته چمتو شول او د جګړې لګښت هم تقريبًا په زكات پوره شو،چې ددې لښكر 10000 سرتېري سپاره او 20000 يې پلي وو.

پېغمبر اکرم حكم وكړ:((هر ټبر دې ځان ته بيرغ ولري.))(382)

د حضرت “علي” يو وياړ دا دى،چې په ټولو جګړو كې د پېغمبر اکرم بيرغچي و،چې يوازې د پېغمبر اکرم په حكم يې د “تبوك” په غزا كې برخه وا نه خېسته او په مدينه كې پاتې شو؛ځكه پېغمبر اکرم پوهېده،چې منافقان او ځينې “قريش” غواړي د پېغمبر اکرم په نشتوالي كې د اسلام نوى حكومت ړنګ كړي او دا هله كېداى شوه،چې پېغمبر اکرم لرې سيمې ته ولاړ شي او له مركز سره يې اړيکه پرې شي، “تبوك” له ټولو لرې سيمه وه،چې تر اوسه پېغمبر اکرم ورته سفر كوي.

 پېغمبراکرم پوره پوه شوى و،چې په نشتوالي كې به يې د اسلام ضد ډلې د “حجاز” له بېلابېلو سيمو خپل هم فكري راټول كړي او هر څه به په سيند لاهو كړي.

 پېغمبر اکرم سره له دې،چې حضرت”محمد بن مسلمه” خپل ځايناستى كړى و؛خو “علي” (ک) ته يې وويل:(( ته مې د اهلبيتو،خپلوانو او د مهاجرو پالندوى يې او دې كار ته بې له ما و تا بل څوك وړ نه دي.))

په مدينه كې د حضرت “علي”  پاتې کېدو د منافقانو نقشې خاورې ايرې كړې؛ځكه پوهېدل كه حضرت “علي” (ک) وي؛نو ورانى  نشي کړاى؛نو ځكه د حضرت “علي” د وتو لپاره يې داسې اوازې خپرې كړې:

(( پېغمبر اکرم،”علي” جهاد ته راوباله؛ خو “علي” د ګرمۍ او د لارې له سختۍ  ووېرېده او په جګړه كې يې ګډون و نه کړ.))

 حضرت “علي” (ک) د اوازو شنډولو ته پېغمبر اکرم ته ورغى. پېغمبر اکرم ورته خپله تاريخي خبره وكړه او پردې خبره يې د منافقانو زهره پړكه وچوله او ورته يې وويل:

 (( زما وروره! ځه مدينې ته ستون شه! د مدينې د چارو سمبالښت ته بې له ماو تا څوك لياقت او وړتيا نه لري،ته مې په اهل بيتو او خپلوانو كې استازى يې… آيا پردې خوشحاله نه يې، چې ته ما ته داسې يې؛ لكه “هارون” چې “موسى” ته و؛خو په دې توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.)) (383)

 د لارې سختي

د اسلام لښكر له مدينې تر “تبوك” ډېرې سختې وګاللې؛نو ځكه پردې لښكر يې د “جيش الصره” نوم اېښى؛خو ايمان او مينې دا ستونزې هوارې كړې او په پرانستې غېږ يې د ستونزې کومي ته ودانګل.

 اسلامي ځواکونه،چې د “ثموديانو” سيمې ته ورسېدل؛نو پېغمبر اکرم د ګرمو او سوځنده بادونو له امله مخ په ټوکر پټ كړ او د كورونو له څنګه په بيړه تېر شو او يارانو ته يې وويل:((د “ثمود” قوم د عاقبت په باب فكر وكړئ،چې له الهي حکمه د سرغړونې له امله د خداى په قهر ككړ شو او پوه شئ،چې هېڅ ايمانوال دې ډاډ و نه لري،چې د ژوند عاقبت يې د “ثمود” قوم په څېر نه شي.)) بيا يې حكم وكړ چې:(( ددې سيمې اوبه و نه څښئ او په خوړو کې يې وانه چوى هم، ان اودس هم پرې ونه کړئ او كه چا له دې اوبو ډوډۍ پخه كړې وي او اوړه يې اغږلي وي؛ نو څارويو ته يې واچوئ.))

د اسلام لښكر تر دې حكم وروسته،خپله لار ونيوه. شپه وه،هغه څاه ته ورسېدل،چې د حضرت “صالح” اوښې ترې اوبه څښلې وې. پېغمبر اکرم حكم وكړ، چې ټول دلته دمه وكړئ.

 د احتياط حکم

پېغمبر اکرم د هغه ځاى له تودو او سوځنده طوفانو خبر و،چې انسان او ان اوښ تر خاورو لاندې کولاى شي؛ نو ځكه يې حکم وكړ:((د اوښانو ګونډې وتړئ او څوك ځانته له خپلې خېمې را و نه وځئ.))

 تجربې جوته كړه،چې د پېغمبر اکرم د احتياط حکم ډېر ګټور و؛ځكه د “بني ساعده” د ټبر دوو تنو بې انضباطي وكړه او د شپې ځان ته له خېمې بهر راووتل او، چې يو يې طوفان وواژه او بل يې پر غره وويشته. پېغمبر اکرم ددې دوو له بې انضباطۍ سخت خپه شو او يو ځل بيا يې ټول عمومي نظم ته راوبلل.(384)

حضرت “عبادبن بشير” د لښكر د ساتندوى غونډ بولندوى و. پېغمبر اکرم ته يې خبر وركړ،چې لښكر د اوبو په تنګسه كې دى او نږدې دى،چې د اوبو زېرمې وچې شي؛نو ځكه ځينو خپل ګران بيه اوښان حلال كړل او د هغوى د ګېډې اوبه يې وڅښلې او ځينو صبر وكړ،چې خداى څه كوي.

خداى چې پر خپل پېغمبر د بري زېرى كړى و،يو ځل بيا يې له پېغمبر اکرم او يارانو سره يې مرسته وكړه. باران وورېد او ټولو اوبه وڅښلې او لښكر د اوبه زېرمه بېرته ډكه كړه.

 له غيبو د پېغمبر اکرم خبرېدل

د قرآن د وينا له مخې:

إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا= خو هغه استازى (ترې خبروي) چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې ورته ساتونكي ګومارلي دي، (جن/ 27)

پېغمبر اکرم له غيبو خبرېږي؛خو د پېغمبر اکرم د علم حدود محدود دي او الهي ښوونو ته اړتيا لري؛ځكه كېداى شي له وړې موضوع خبر نه وي؛خو كله له تر ټولو كړكېچنو مسئلو خبر وي،چې د خلکو عقلونه حيران کړي او علت يې هماغه و،چې وويل شو: که خداى وغواړي پېغمبر يې له غيبو خبر شي؛نو خبر به يې کړي؛ ګنې د عادي انسان په څېر به بې خبره وي.

په نيمايي لار كې د پېغمبر اکرم اوښ ورك شو او ياران يې ورپسې شول. يو منافق راپاڅېد او و يې ويل:((وايې زه د خداى پېغمبر او له بل عالمه خبر دركوم؛خو حيران يم،چې ولې ورته د خپل اوښ پته نه لګي.))

 خبر پېغمبر اکرم ته راورسېد.پېغمبر اکرم ځواب وركړ:(( زه يوازې پر هغه څه پوهېږم،چې خداى راښوولي دي. همدا اوس راته خداى د اوښ پته راکړه، زما اوښ د پلانۍ دښتې په پلانۍ دره كې دى او پړى يې په ونې پورې نښتى او له حركته يې اېستلى دى.))

څو تنه هغه ځاى ته ولاړل او اوښ يې وموند.(385)

 له غيبو بل خبر

د حضرت”ابوذر”(رض) اوښ له تلو وتلى و،چې د اسلام له لښكره يې پاتې کړ. حضرت “ابوذر” لږ تم شو،چې كېداى شي اوښ يې پاڅېږي؛خو دې تمېدو ګټه نه درلوده، اوښ يې پرېښود او خپله ګنډه يې پر شا كړه او لار يې ونيوه،چې ژر تر ژره ځان خپلو مسلمانانو ورونو ته ورسوي. د اسلام لښكر د پېغمبر اکرم په حکم په يوه ځاى كې دمې ته درېدلى و. ناڅاپه له لرې يو سړى وليدل شو،چې پر سخته‌ د لښكر پر لور را روان دى. رسول اکرم يې خبر كړ. پېغمبر اکرم وويل:((هغه “ابوذر” دى. خداى دې “ابوذر” وبښي،ځانته روان دى،ځانته به مري او د قيامت پر ورځ به هم ځانته راژوندى كېږي.))

 راتلونكي پر ډاګه كړه،چې د پېغمبر اکرم خبره د كاڼي كرښه وه؛ځكه  حضرت “ابوذر” له ټولنې لرې په “ربذه” دښته كې له خپلې لور سره ومړ.(386)

د “تبوك” په جګړې كې د پېغمبر اکرم دا وړاندوينه 23 كاله وروسته جوته شوه او دا ستر صحابي،چې د حق ويلو او عدالت ته د بلنې په جرم ربذې ته شړل شوى و، لږ لږ يې د بدن قوت له لاسه وركړ او په كټ كې پرېووت. د عمر وروستۍ شېبې يې وې،چې مېرمن يې نوراني څېرې ته وكتل او په كړيكو وژړل. حضرت “ابوذر” وپوښتله:((ولې ژاړې؟)) مېرمن:(( ځكه ژاړم،چې كه مړ شې؛نو زه خو دومره ټوکر هم نه لرم،چې تا په کفانه کړم.))

 حضرت “ابوذر” ورته موسكى شو اور ته يې وويل:(( په كلار شه! مه ژاړه! زه له پېغمبر اکرم سره وم،چې څو ياران يې هم، ناست وو، چې راته يې وويل: له تاسې به يو په دښته كې له ټولنې لرې يوازې مرئ او يوه ډله مؤمنان به مو خاورو ته سپاري، ټول هغه كسان  چې په هغه ورځ په  مجلس كې وو، په ابادۍ كې مړه شول او بې له ما بل نه دى پاتې او اوس ډاډمن يم،چې هغه زه يم،چې پېغمبر اکرم زما په باب ويلي دي.زما تر مړينې وروسته د “عراق” د حاجيانو په لار كې كېنه،يوه ډله مؤمنان به راشي،هغوى زما پر مرګ  خبر كړه.))

 د حضرت “ابوذر” مېرمنې وويل:((د حاجيانو د كاروان د تېرېدو وخت تېر شوى دى.))

 “ابوذر”:(( لار وڅاره. پر خداى چې نه دروغ وايم او نه مې دروغ اورېدلي دي. ))  دا يې وويل او د روح مرغۍ يې د جنت پر لور والوته.(387)

“ابوذر” رښتيا ويلي وو. د مسلمانانو يو كاروان را روان و، چې پکې ستر ستر شخصيتونه؛لكه  حضرت”عبدالله بن مسعود”،حضرت”حجربن عدى” او حضرت”مالك اشتر”(رضى الله عنهم) هم وو. له لرې د  حضرت “عبدالله” سترګې پر مړي ولګېدې،چې ښځه او ماشوم ورته ناست دى او ژاړي. حضرت “عبدالله” يې پر لور لار وركږه كړه،كاروان هم ورپسې شو. حضرت “عبدالله”چې ور ورسېد؛ و يې ليدل چې دوست او ورور يې حضرت “ابوذر” پروت دى.سترګې يې له اوښكو ډكې شوې، د حضرت “ابوذر” مړي ته ولاړ و،چې د “تبوك” په جګړه كې يې د رسول اكرم وړاندوينه ورياد شوه: ((ځانته ځي،ځانته به مري او ځانته به له قبره راپاڅېږي.))

تاريخپوهانو د حضرت “ابوذر” د مرګ او ښخولو کيسه په بېلابېلو ډولونو نقل كړې ده. د تاريخ  په ځينو کتابو كې ليكل شوي،چې د كاروان تر رارسېدو پورې حضرت “ابوذر” ژوندى و او له كاروانيانو سره يې خبرې هم وكړې؛خو ځينې وايي د كاروان د رارسېدو پر مهال يې ساه وتلې وه او ځينې دا هم وايي، چې د حضرت “ابوذر” مړى ښځې او زوى يې لارې ته رااېستلى و او ځينې وايي ښځه  او لور يې د سړك پرغاړه ناست وو او كاروان، چې راغى؛نو كاروان يې له مړي خبر كړ.(388)

حضرت “عبدالله بن مسعود” د  حضرت “ابوذر” د جنازې لمونځ وكړ او خاورو ته يې وسپاره (ځينې وايي د جنازى لموځ يې “مالك اشتر” وكړ) د “ابوذر” له ښخولو چې وزګارشول؛ نو حضرت “مالك اشتر” د حضرت “ابوذر” د قبر تر څنګه ودرېد، لاسونه يې پورته كړل او و يې ويل: (( خدايه! دا “ابوذر”؛ستا د پېغمبر يار و،چې خپل عمر يې ستا په عبادت تېر كړ او ستا په لار كې له مشركانو سره وجنګېد او هېڅكله ستا د دين په لار كې كوږ نه شو؛خو جرم يې دا و، چې پر زړه او ژبه يې له منكر او فساد سره مبارزه پېل كړه؛ظلم او تېرې پرې وشو،ورټل او وشړل شو او بالاخره په غربت او يوازېتوب كې ځانته ومړ.

 په تبوك كې د اسلام لښكر

د توحيد لښكر د نهم هجري كال د “شعبان” د مياشتې په سر كې د تبوك سيمې ته ورسېد؛لکه چې د روم مشران د اسلام د لښكر د شمېر له زياتوالي او سرښندنې خبر شوي وو،چې دا مېړانه يې د “موته” په جګړه كې هم ازمېيلى وه. روميانو خپل خير په دې كې وليد،چې لښكر پر شا كړي او په عمل كې دا خبره جوته كړي،چې د مسلمانانو پر ضد راغونډېدل دروغ وو او هيڅ كله يې په مغزو كې د بريد فكر نه درلود او دا خبره يوازې اوازه وه او په دې توګه خپل ځان ناپلوه وښيي.

“واقدي” په “مغازي” كې  ليكلي: (( پېغمبر اکرم په “تبوك” كې 20 ورځې پاتې شو.))

 پېغمبر اکرم يوه ورځ د سهار تر لمانځه وروسته خطبه وويله،چې “واقدي” راخيستې ده.(389)

پېغمبر اکرم خپل لوړ پوړي افسران را وغوښتل، چې د “وشاورهم فى الامر” له مخې ورسره، مدينې ته د تګ په باب سلا مشوره وكړي.

شورا نظر وركړ: دې چې لښكر تبوك ته د را رسېدو پر مهال ډېرې سختۍ ګاللې دي؛نو غوره به وي دمې ته مدينې ته ولاړ شي او پردې سربېره،مسلمانان هم خپلې موخې ته رسېدلي وو او دښمن يې خپوروور کړ او وېره يې پرې كېنولې وه،چې دا ډار به يې پرې نږدي،چې ان پر اسلام د يرغل فكر وکړي او په دې توګه د شمال له لوري د “عربستان” امنيت تضمين شو.

په شورا كې لوړ پوړيو افسرانو د پېغمبر اکرم د درناوي په موخه وويل: (( كه له دې شرايطو سره بيا هم د خداى له لوري پر پرمختګ مامور يې؛ نو د پرمختګ حكم وكړه، موږ خدمت ته لاس پر سينه چمتو يو.)) (390)

پېغمبر اکرم وويل:((د خداى له لوري حكم نه دى رارسېدلى او كه راغلى واى؛نو په دې باب مې درسره  مشوره نه کوله؛نو ځكه د شورا نظر راته محترم دى او مدينې ته ستنېږو.))

د ضرار جومات کيسه

د “عربستان” په ټاپووزمه كې،مدينه او “نجران” د كتابوالو دوه ستر مركزونه وو؛ نو ځكه د “اوس” او “خزرج” ځينې عرب  مسيحيان شول.

“ابوعامر”( د احد د جګړې د مشهور شهيد د حضرت”حنظله” پلار) د جاهليت په دوران كې مسيحي و. په مدينه كې،چې د اسلام ستورې وځلېد؛نو “ابوعامر” له دې پېښې سخت خپه شو او د “اوس” او “خزرج” له منافقانو سره يې خپلې دوستاناه همكارۍ پېل كړې. پېغمبر اکرم يې له ورانكارۍ خبر شو او د نيولو حكم يې وكړ. هغه له مدينې نه مکې، “طايف” او بيا “شام” ته وتښتېد او هلته يې د منافقانو د ګوند د استخباراتي څانګې مشري كوله،چې په يوه ليك كې يې خپلو دوستانو ته وليكل: (( د “قبا” په كلي كې د “قبا” د جومات پر وړاندې جومات جوړ كړئ او د لمانځه پر مهال پکې راټول شئ او د لمانځه په پلمه پکې خپلې نقشې او خبرې اترې وكړئ.))

“ابوعامر” هم د ننني دښمن په څېر پوهېده چې: په يوه هېواد كې، چې دين خپور وي؛ نو د دين تخريب ته غوره وسيله خپله د دين نوم دى او د دين له نامه د دين پر ضد ډېره ګټه اخستل كېداى شي.

پېغمبر اکرم، چې تبوك ته روان و؛نو د نفاق د ګوند استازي پېغمبر اکرم ته راغلل او پلمه يې وكړه،چې زموږ ناروغان او بوډاګان د شپې په تياره او باراني شپو كې د “قبا” جومات ته نشي راتلاى؛ نو غواړو په خپله سيمه كې جومات جوړ كړو. پېغمبر اکرم ورته هېڅ ځواب ور نه کړ او هر څه يې له “تبوك” نه راستنېدو ته پرېښوول.(391)

د نفاق ګوند د پېغمبر اکرم په نشتوالي كې د جومات په نامه خپلو جلسو ته يوه وداني پرېښوده.پېغمبر اکرم،چې له تبوكه راستون شو؛نو ورته يې وويل: (( تاسې دا عبادتځى په څو ركعتو لمانځه پرانځئ.))

پردې مهال پرېښته راغله او پېغمبر اکرم يې له هر څه خبر كړ او د “ضرار” نوم يې پرې كېښود؛ ځكه په مسلمانانو كې سياسي درز اچولو ته جوړ شوې و. (د سوره توبه 107-110 آيتونه ددې جومات په باب نازل شوي دي)

پېغمبر اکرم حكم وكړ:((جومات هوار كړئ، ستنې يې وسوځوئ او څه موده يې ډېران كړئ.))

د “ضرار” د جومات ورانول،د نفاق ګوند ته غاښ ماتي ګوزار و، چې بيا وروسته دا ګوند ټوټې ټوټې شو او ددې ګوند يوازېنى ملاتړ “عبدالله ابى” هم د “تبوك” تر جګړې دوه مياشتې وروسته ومړ.

“تبوك” د پېغمبر اکرم وروستۍ جګړه وه، چې وروسته يې په يوه جګړه كې هم برخه وا نه خېسته.(392)

381_ طبقات 2/ 165.

382_ طبقات 2/ 166.

383_ سيره ابن هشام، 2/ 520 ، بحار 21/ 207  او همداسې

پيشوائى از نظر اسلام/ 248-251

384_  سيره ابن هشام 3/ 152

385_  سيره ابن هشام، 2/ 523

386_  سيره ابن هشام 2/ 525  او

مغازى واقدى 3/ 1000

387_ اسدالغابه، 1/ 302، طبقات ابن سعد 4/ 243

حليه الاوليا 1/ 302

388_ طبقات ابن سعد، 4/ 34-232 مخونه، الدرجات الرفيعه / 53 مخ.

389_ واقدى، مغازى 3/ 1015 – 1041.

390_  سيره حلبى 1/ 161 مخ.

391_  مغازى واقدى، 3/ 1046مخ.

392_ سيره ابن هشام 2/ 530 مخ  او بحار 20/253

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!