تبلیغات

د خداى او ځان له دښمنانو سره دوستي مه كوئ: ددې آيتونو په شان نزول كې روایت شوى، چې ((حاطب بن ابى بلتعه)) اسلام راووړ او مدينې ته يې هجرت وكړ ؛ خو كورنۍ يې په مكه كې وه. پر هغه مهال، قريش ډارېدل، چې پېغمبر اکرم (ص) به جګړه ورسره وكړي؛ نو ځكه د […]

د خداى او ځان له دښمنانو سره دوستي مه كوئ:

ددې آيتونو په شان نزول كې روایت شوى، چې ((حاطب بن ابى بلتعه)) اسلام راووړ او مدينې ته يې هجرت وكړ ؛ خو كورنۍ يې په مكه كې وه. پر هغه مهال، قريش ډارېدل، چې پېغمبر اکرم (ص) به جګړه ورسره وكړي؛ نو ځكه د حاطب كورنۍ ته ورغلل او ترې يې وغوښتل، چې حاطب ته ليك وكښي او ترې وپوښتي، چې ايا محمد (ص) غواړي پر مكه بريد وكړي كه نه. كورنۍ يې حاطب ته ليك وكښه او په دې اړه يې ترې وپوښتل: حاطب ورته وكښل، چې رسول الله (ص) غواړي دا چار وكړي. بيا يې ليك ((صفيه)) ته وركړ او دې ښځې ليك په كوسيو كې پټ كړ او روانه شوه. جبرائيل (ع) پر پېغمبر (ص) نازل شو او له دې خوالې يې خبر كړ.

پېغمبر (ص) هم، حضرت علي (ك) او حضرت زبير بن عوام (رض) ورپسې ورولېږل. دوى ور ورسېدل. علي (ك) ورته وويل: ليك چېرې دى؟ ښځې وويل: راسره نشته. ښځه يې د ليك په اړه ولټوله او وپوښتله؛ خو څه يې ورسره ونه موندل، حضرت زبير (رض) وويل: څه ورسره نه وينو. حضرت علي (ك) وويل: پر خداى قسم پېغمبر (ص) دروغ راته ويلي نه دي او پر جبرائيل يې هم دروغ ورپورې كړي نه دي او جبرائيل هم پر خداى دروغ ورپورې كړي نه دي. پر خداى قسم، يا ليك راښكاره كوې يا پېغمبر (ص) ته دې سر ور وړم. ښځې وويل: رانه لرې شئ، چې راويې باسم؛ نو ليك يې له كوسيو راوكښه. حضرت علي (ك) راواخست او پېغمبر ته يې راووړ. پېغمبر (ص) وويل: حاطبه! دا څه دي؟ حاطب وويل: پر خداى، ای رسول الله (ص) ! منافقت مې كړى نه دى او له دين او خپلې ژمنې اوختى نه يم. ګواهي لم، چې بې له ((الله)) بل معبود نشته او ته د خداى استازى يې؛ خو كورنۍ مې د قريشو د ښه چلن په اړه كښلي و، ما هم د ښه چلن په غبرګون كې دا ورته وليكل؛ بيا خداى په دې هكله پر پېغمبر (ص) دا ممتحنه سورت ۱-۳ آیتونه رانازل كړل[1].

[1] الميزان، 19: 244 مخ.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست