تبلیغات

                  د رستم د مړنتوب خبرې هېڅ شوې                  ذوالفقار چې يې ياد شوى په قصص د بدر د جګړې پر ورځ حضرت جبراييل وويل : لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على ( صحيح بخاري : د بدء الخلق کتاب : باب قتال ابي جهل ) په خپل سند له حضرت […]

 

                د رستم د مړنتوب خبرې هېڅ شوې

                 ذوالفقار چې يې ياد شوى په قصص

د بدر د جګړې پر ورځ حضرت جبراييل وويل :

لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على

( صحيح بخاري : د بدء الخلق کتاب : باب قتال ابي جهل ) په خپل سند له حضرت علي بن ابيطالب روايتوي چې وايي :ړومبى تن يم،چې د قيامت پر ورځ به د لوراند څښتن پر وړاندې عدالت غوښتنې ته ګونډه ووهم . قيس بن عباد وايي : د (هَذَانِ خَصْمَانِ اخْتَصَمُوا فِي رَبِّهِمْ) آيت هم د حضرت علي په اړه  نازل شوى او د بدر د ورځې يو جنګيالى هغه، بل يې حضرت حمزه،حضرت عبيدة بن حارث ، عتبه، شيبه او وليد د عتبه زوى و .

( سنن بيهقي: درېم ټوک،٢٧٦ مخ ) په خپل سند له حضرت علي روايتوي،چې وايي : د بدر پر ورځ عتبه، ورور يې شيبه او زوى يې وليد د دښمن له لښکره راووت او مقابلې ته يې انډول وغوښت؛نو د اسلام له لښـکره يو ځوان راووت، مشرکانو وويل : موږ دا نه غواړو . ورته ووايه،چې زموږ خپل تربوران راشي، موږ غواړو  د عبدالمطلب له پرګې سره وجنګېږو . رسول اکرم (ص) خپل تره ته وويل : حمزه ! عبيده ! علي پاڅى! بيا حمزه له عتبه،عبيده له شيبه او علي  له وليد سره ونښت؛ حمزه  عتبه، علي وليد او عبيده شيبه وواژه؛خو شيبه په توره عبيده وواهه  او پښه يې ترې غوسه يې کړه او حمزه او علي يې مرستې ته ورغلل او عبيده تر څه مودې وروسته په صفراء کې ومړ .

سيوطي په درالمنثور کې د ( ص ) د سورت  تر (أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ) آيت او همداراز ( حلية: نهم ټوک ،١٤٥ مخ ) په دې اړه  راويتونه نقل کړي،چې په دويمي کې يې راغلي : معاويه بن ابي سفيان د بني کنانه يو سړى وپوښت: د بدر جګړه دې يادېږي؟ ورته يې وويل : هو . معاويه : هغه مهال د څو کالو وې؟ ورته يې وويل :ځوان وم . معاويه : څه چې دې يادېږي،راته يې ووايه . و يې ويل : د علي بن ابيطالب جګړه مې يادېږي،چې تر اوسه مې د هغه په څېر ځوان نه و ليدلى،چې د زمري په څېر به يې پر دښمن بريد کاوه .

( رياض النضره : دويم ټوک،٢٢٥ مخ ) او ( ابن جرير طبري؛ تاريخ : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په دويمي کې يې ابي رافع له پلار له نيکه روايتوي،چې وايي : وروسته تر دې، چې  حضرت علي د بدر په جګړه کې د کفر بېرغچيان ووژل؛نو رسول اکرم (ص) وليدل،چې د مشرکينو يوه ډله په يوه ځاى کې راټوله شوې؛نو حضرت علي ته يې حکم وکړ،چې بريد پرې وکړه او  خپاره يې کړه . حضرت علي بريد وکړ او په دې بريد کې يې عمرو بن عبدالله وواژه او نور يې خپاره کړل . بيا رسول اکرم (ص) وليدل،چې بله ډله په يوه بل ځاى کې ولاړه ده؛نو بيا يې پر حضرت علي غږ وکړه : هغوى وشينده ! حضرت علي بريد وکړ او د بني عامر بن لوئي له ټبره يې شيبه بن مالک وواژه او نور يې خپاره واره کړل . دا مهال حضرت جبراييل، رسول اکرم ته وويل: دا ده د مواسات مانا . رسول اکرم ورته وويل : اخر هغه له ما او زه له هغه ځنې يم. جبراييل وويل : او زه ستاسو د دواړو او چې ټولو واورېدل : لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على .

دا روايت ( محب طبري؛ رياض النضره :دويم ټوک،١٧٢ مخ ) ، ( علي بن سلطان؛ مرقاة : پينځم ټوک،٥٦٧ مخ ) ، ( کنزالعمال :درېم ټوک،١٥٤ مخ ) ، ( ذخاير العقبى :٧٤ مخ ) او همداراز ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٧٣ مخ ) هر يو د بدر د جګړې په اړه  روايت نقل کړى،چې په وروستي کې يې راغلي : پر هغه شپه رسول اکرم (ص) خپلو يارانو ته وويل : څوک به اوبه راوړي ؟ اصحابو کرامو يې خبره و نه منله او يوازې حضرت علي و، چې د اوبو خيږ يې پر اوږه کړ او د بدر څاه ته ورکوز شو،چې ډېر ژور او تياره و . خداى، جبراييل، مکائيل او اسرافيل ته وويل : د محمد او ګوند يې د بري چمتوتيا ونيسئ او دا درې واڼه پرښتې راکوزې شوې او د راکوزېدو پر مهال يې د حضرت علي ستاينه وکړه.

دا روايت ابن شاهين هم نقل کړى . محب طبري هم د ذخاير په ٦٨ مخ کې راوړى او د احمد مناقب ته يې نسبت ورکړى دى .

زمخشري د کشاف او فخر رازي په کبير تفسير کې د انفال د سورت د (فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللّهَ رَمَى؛يعنې تاسې هغوى و نه وژل؛بلکې خداى ووژل او تاسې هم ګوزار نه کړل کله مو چې ګوزار کړل؛بلکې خداى ګوزار کړل ) آيت په تفسير کې راوړي، د کفر لښکر،چې راښکاره شو؛نو رسول اکرم (ص) د دعا لپاره لاسونه پورته کړل او و يې ويل : خدايه !دا د قريشو لښکر دى،چې ستا استازى يې دورغجن وګاڼه او اوس په کبر را روان دي؛نو خدايه ! هغه برى راورسوي، چې  ژمنه دې راسره کړې وه . جبراييل راغى او و يې ويل : يو موټى خاوره راواخله او پر لور يې وروشينده، لښکر،چې رانږدې شو، پاک نبي(ص)،حضرت علي ته وويل : يو موټى خاورې راکړه . خاورې يې د دښمن پر لور وروشيندلې او و يې ويل : شاهت الوجوه؛ چې په پايله کې يو مشرک هم پاتې نه شو؛خو هغه چې خاورې پرې نه وې لګېدلې،د کفر لښکر ټول ووژل او ځينې يې اسيران کړل . دا روايت سيوطي هم په درالمنثور کې د پورتني آيت په تفسير کې راوړى او په طبراني، ابوالشيخ او ابن مردويه ته يې نسبت ورکړى دى .

 د احد غزا

( اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٠ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت علي د احد پر ورځ شپاړس ټپونه واخستل، چې هر يو يې يوازې کړاى شول،له پښو يې وغورځوي او هر ټپ يې، چې اخسته او لوېده ؛نو جبراييل به را پورته کاوه .

( رياض النضره :دويم ټوک،١٧٢ مخ ) ، ( علي بن سلطان؛مرقاة :پينځم ټوک،٥٦٨ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع :شپږم ټوک،١١٤ مخ )  او (متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک٤٠٠ مخ ) روايتونه راوړي،چې حضرت جبرئيل د حضرت علي مواساة وستايل .

( شبلنجي؛ نوروالابصار : ٧٩ مخ ) له حافظ بن محمد بن عبدالعزيز جنابذى د ( معالم العترة النبويه ) په کتاب کې او هغه د مسند له ذکر پرته له قيس بن سعد له پلاره روايتوي،چې له حضرت علي يې اورېدلي،چې و يې ويل :د احد پر ورځ مې شپاړس ټپونه واخستل،چې څلورو يې راګوزار کړم،چې يو ښکلى او خوږبويه سړى راغى او زه يې را اوچت کړم او راته يې وويل : ورپسې ولاړ شه،چې د خداى  او رسول  پر لار يې او هغوى دواړه له تا راضي دي . ما کيسه رسول اکرم (ص) ته و کړه . و يې ويل : علي ! خداى دې سترګې روښانه کړه؛ هغه جبراييل و .

( نورالابصار :٧٨ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : د احد پر ورځ طلحه بن ابي طلحة د کفارو بېرغچي مېدان ته راودانګل او غږ يې کړ : د محمد اصحابو ! ګروهمن ياست،چې موږ به خداى ستاسې په تورو دوزخ ته او تاسې به زموږ په تورو جنت ته لېږي؛نو په تاسې کې کوم يو د جنت لېواله دى . حضرت علي بن ابيطالب ورمخې ته شو او ورته يې وويل : پر خداى چې تر هغه به دې پرې نه ږدم،چې په توره مې دوزخ ته نه يې لېږلى؛د تورو ګوزارونه شول، چې حضرت علي په توره پر پښو وواهه او پښې يې ترې غوسې کړې او غوښتل يې و يې وژني؛خو طلحه ورته د خپلوۍ قسم ورکړ،چې مه مې وژنه . علي هم خپل ځاى ته راستون شو. مسلمانانو ورته وويل : ولې دې و نه واژه . ورته يې وويل : قسم يې راکړ،چې و يې نه وژنم؛خو ډاډمن يم،چې ژوندى به پاتې نشي او طلحه هملته ومړ او پېغمبر اکرم يې پر مړينه خورا خوشحاله شو . شبلنجي بيا له ابن اسحاق نقلوي،چې وايي : د احد د جګړې فاتح حضرت علي او د هغه زغم وه .

رسول الله (ص) : تر ما وروسته علي ولي دى

دا حديث د صحيح ترمذي په دويم ټوک، ٥٨ باب، ٢٩٧مخ؛ احمد بن حنبل د مسند د څلورم ټوک په ٤٣٧ مخ؛ حاکم د مستدرک د درېم ټوک په ١١٠ مخ؛ ابوداوود طيالسي د مسند د درېم ټوک په ١١١ مخ ؛ ابونعيم د د حلية د شپږم ټوک په٢٩٤ مخ؛ متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٩ مخ او نسائي د خصايص په ٢٣ مخ کې او نورو ډېرو د يمن د جګړې په کيسه کې نقل کړى دى .

( ابوداود طيالسي؛مسند: ١١ټوک،٣٦٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايتوي،چې پاک نبي،حضرت علي ته وويل : (( ته تر ما وروسته د هر مؤمن ولي يې . ))

( اسدالغابه : پينځم ټوک، ٩٤ مخ ) د وهب بن حمزه په ژباړه کې وايي : د هغه حديث يوسف بن صهيب له رکين بن وهب بن حمزه داسې نقل کړى دى : له مدينې تر مکې له حضرت علي سره په سفر کې وم،چې په لار کې مې ترې يوه مکروه وليده او ورته مې وويل : پېغمبراکرم مې چې وليد؛نو خبره به دې ورته وکړم او چې رسول الله مې وليد؛نو کيسه مې ورته وکړه،چې راته يې وويل : (( دا خبره مه کوه؛ځکه هغه تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))

دا روايت مناوي هم د فيض القدير په ٣٥٧ مخ، هيثمي  د مجمع د نهم ټوک په ١٠٩ مخ، ابن حجر د اصابه د شپږم ټوک،لومړي قسم،٣٢٥ مخ او متقي  د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٥ مخ راوړى دى .

 آيت : (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ)

( فخر رازي ؛کبير تفسير ) د مائدې په سورت کې د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) تر آيت لاندې ليکي : له حضرت ابي  ذر څخه روايت دى : د ماسپښين لمونځ مې له رسول الله سره وکړ،چې يو سوالګر جومات ته راننووت او سوال يې وکړ؛خو چا څه ور نه کړ ( ددې حديث نوره برخه په تېرو برخو کې تېر شو ) دا روايت ابواسحاق احمد ثعلبي هم په خپل تفسير کې راوړ دى .

( تفسير ابن جرير طبري : شپږم ټوک، ١٨٦ مخ ) په خپل سند له عتبة بن حکيم او همداراز په هماغه مخ کې بيا له غالب بن عبيدالله له مجاهد او سيوطي هم د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) تر آيت لاندې او د  وينا له مخې يې عبدالرزاق، عبد بن حميد، ابن جرير، ابوالشيخ او ابن مرودويه هر يو له بېل بېل صحابي او واحدي د اسباب النزول په ١٤٨ مخ له ابي  صالح له حضرت ابن عباس او فخر رازي  له عبدالله بن سلام او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣١٩ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٠٥مخ  کې د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) په باب روايتونه نقل کړي،چې دا آيت د حضرت علي په فضيلت کې راغلى دى،چې موږ يې يوازې د کنزالعمال د اووم ټوک،٣٠٥ مخ روايت راخستى،چې پکې راغلي : حضرت ابي  رافع وايي: رسول الله (ص) ته ورغلم،چې  د وحې په حالت کې و؛ نو ناڅاپه مې پام شو،چې يو مار د کوټې په ګوټ کې روان دى؛ګومان مې وکړ،چې که يې مړ کړم؛نو رسول الله به له خوبه راويښ شي او که مړ يې نه کړم؛نو کېداى شي رسول الله (ص) وچيچي؛ اړ شوم،چې د پاک نبي د ژغورولو لپاره د مار او د رسول اکرم په منځ کې سملم او پر همدې مهال پېغمبر اکرم پاڅېد،چې د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ)

 آيت راغى او بيا يې وويل : الحمدلله .  بيا يې سترګې پر ما ولګېدې،چې په څنګ کې يې پروت يم؛نو پوښتنه يې وکړه : ولې دلته پروت يې ؟ ورته مې وويل : ددې مار له امله . راته يې وويل : پاڅه او مار ووژنه . ما هم مار وواژه . بيا يې له لاسه ونيوم او راته يې وويل : ابا رافع ! ډېر ژر به داسې خلک پېداشي،چې له علي سره به جګړه وکړي؛نو د خداى حق دى،چې له هغوى سره جهاد وشي او که چا د جهاد وسه نه درلوده؛نو په ژبه دې ورسره مبارزه وکړي او که دومره وسه يې هم نه درلوده؛نو په زړه دې ورسره جهاد وکړي،چې بې له دې بله دنده نشته .

همداراز طبراني په اوسط، سيوطي په درالمنثور، ابن مردويه له حضرت عمار ياسر او ذخاير العقبى (٨٨ او ١٠٢ مخونو ) کې له عبدالله سلام، واحدي په اسباب النزول، ابوالفرج ابن الجوزي، رياض النضره ( دويم ټوک،٢٧٧ مخ ) او د هغه د وينا له مخې، واحدي او ابوالفرج او فضائلي هم په دې اړه روايتونه نقل کړي دي .

(  ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : يوولسم ټوک،٤٣٩ مخ ) ابراهيم بن زياد سبلان وايي : عباد بن عباد راته روايت وکړ،چې له يونس بن خباب سره وم او ورته مې وويل : د قبر د عذاب په اړه  راته روايت وکړه، چې راته يې وويل : په دې کې يو لړ خبرې دي،چې ناصبيانو او د حضرت علي دښمنانو پټې کړې دي . پوښتنه مې وکړه : هغه کومه خبره ده ؟ داچې په قبر کې له هر چا پوښتنه کېږي،چې ولي دې څوک و ؟؛نو که ځواب دې ورکړ: علي! ؛ نو خلاصون به دې موندلاى وي .

 د رسول الله (ص) خليفه

( هيثمي؛مجمع : اتم ټوک،٣١٤ مخ )  حضرت عبدالله بن مسعود : رسول الله راته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل : اجل مې رانږدې شوى دى . ورته مې وويل : رسول الله ! آيا ابوبکر (رض) خپل خليفه کوئ ؟ رسول الله راڅخه مخ واړو؛نو پوه شوم،چې زما خبره يې خوښه نه شوه؛نو ورته مې وويل : عمر (رض) څنګه ؟ بيا يې مخ واړو؛پوه شوم،چې بيا يې هم زما خبره خوښه نه شوه، چې بيا مې ترې پوښتنه وکړه : رسوالله ولې علي خپل ځايناستى نه کوئ ؟ را ته يې وويل : (( قسم پر خداى ! خليفه مو هماغه دى او که بيعت مو ورسره وکړ، لاروي مو ترې وکړه؛نو ټول به جنتيان شئ . ))

( مناوي؛کنوزالحقايق :١٤٥ مخ ) رسول الله (ص) وويل : (( ووژنئ، هغه چې د خلافت  پر سر له علي سره جګړه کوي که هر څوک وي . )) مناوي دا حديث ديلمي ته نسبت ورکړى دى .

( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخي : لومړى ټوک،١٣٥ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن احمد بن حنبل څخه روايت کړى،چې وايي : له پلار سره مې وم،چې څو تنه ورته راغلل او د ابوبکر،عمر، عثمان او علي (رضى الله عنهم) د خلافت په اړه  يې اوږدې خبرې وکړې،چې په پاى کې مې پلار وويل : ډېرې خبرې مو وکړې! هغوى درېو د خلافت له لارې عزت لاس ته راوړ او حضرت علي چې خليفه شو؛نو خلافت ته يې عزت ورکړ .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!