تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سرغړونې او مخکې کېدو بېلګې ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ( حجرات/۱)= مؤمنانو! د خداى او د هغه د استازي په مخكې (څه شى) ړومبى مه ګڼئ (او پر هغوى مه ور […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سرغړونې او مخکې کېدو بېلګې

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ( حجرات/۱)= مؤمنانو! د خداى او د هغه د استازي په مخكې (څه شى) ړومبى مه ګڼئ (او پر هغوى مه ور مخكې كېږئ) او (خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ، چې خداى اورېدونكى (او) پوه دى . ))

 

ټکي :

* دا آيت د ډېرو تېروتنو مخه نيسي ؛ځکه کله د ډېرى خلکو غوښتنې،ظاهري او توکیز- مادي اړخونه لري، له اټکل  او ګومان ‏لاروي کوي،نوون ته لېوال وي ، په بيړه ورمند- قضاوت  کوي او خيال پالي وي ، چې دا ټولې چارې انسان داسى ليکونو، خبرو او هوډونو ته اړ باسي،چې په ناخبري توګه له خداى او رسوله مخکې شي؛لکه څنګه چې عبادت،پرېکنده توب،اوختون- انقلاب،زهد او د ساده ژوند اند- فکر،انسان دې ته اړ باسي،چې له خداى او رسوله مخکې شي او د هغه دري متل مصداق کېږي،چې وايي  : (( کاسه داغترازآش باشد )) .

*دا آيت غواړي انسان د پرښتې په څېر وروزي ؛ځکه قرآن د پرښتو په اړه وايي ‏: (( لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ (انبیاء/۲۷)=چې په خبرو كې پر هغه نه ورمخكې كېږي او(تل) په امر يې عمل كوي .))

* قرآن د مخکې کېدنې – تقدم هغه ځايونه نه دي بیان کړي ‏ ، چې په وینا او چلن کې د ډول ډول عقيدتي، علمي، سياسي، اقتصادي او نورې مخکې کېدنې پکې راونغاړل شي.

*د حضرت محمد ( ص)  ځينو اصحابو له هغه وغوښتل،چې اجازه ورکړي  ‏ځانونه خسيان کړي ،چې تر دې ‏وروسته يې خپلو مېرمنو ته زړه ونشي او تل د اسلام په چوپړ کې وي،چې د خداى رسول هغوى له دې کاره په سخته منع کړل .

*هغوى چې له خداى او پېغمبره مخکې کېږي،د نظام په سنبالنه ‏او ټولنه کې ګډوډى راولي ‏او په حقيقت کې د خپلو ځاني غوښتنو له مخې قوانين جوړوي .

 پيغامونه :

١_  د يو حکم پلي کېدو ته لومړى بايد په مخاطب کې د منلو او زغملو اروایيزه ‏روحيه پيدا شي . د (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا) غونډله مخاطب ته شخصيت ورکوي او د کار د سرته رسولو په برخه کې خداى ته يې اړينتوب څرګندوي .

٣_  ځينې شخصي سليقې ، ټولنيزعادتونه او دودونه او بشري قوانين ،چې پر قرآن،حديث عقل او فطرت ولاړ نه وي، په واقع کې يو ډول  له خداى او رسوله مخکې تلل دي .( لَا تُقَدِّمُوا ….)

٤_  د خداى حرام حلالول اوحلال یي حرامول ، له خداى او رسوله يې مخکې تلل دي . (لَا تُقَدِّمُوا …)

٥_  هر ډول بدعت، ښنده- مبالغه،بېځايه ستاينه او رټنه، مخکې تلل دي . (لَا تُقَدِّمُوا….)

٦_  زموږ د فقهې او چلن سرچينه بايد قرآن او نبوي سنت وي . (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)

٧_  له خداى او رسوله يې مخکې والى بې تقوايي ده (؛ځکه چې په دې آيت کې وايي : مخکې مه ځئ او تقوى ولرئ )( لَا تُقَدِّمُوا …. وَاتَّقُوا)

٨_  هره آزادي ، پرمختيا او پرمختګ ارزښت نه لري (لَا تُقَدِّمُوا …)

٩_  د دندو د سرته رسولو لپاره ايمان او تقوى په کار ده . ( په آيت کې هم د ((آمَنُوا)) ټکى اوهم د((اتَّقُوا)) ټکى نوموتى دى  (آمَنُوا …. اتَّقُوا )

١٠_  له هغه څيزونو،چې جملې ته ښکلا ورکوي دادي،چې امر او مانا ‏دواړه تر څنګ راغلي دي ( په آيت کې هم مانا کول؛(( لَا تُقَدِّمُوا )) راغلي اوهم کول ((وَاتَّقُوا)) راغلي دي .

١١_  د رسول حکم د خداى حکم دى ، د رسول د حکم  سپکاوى د خداى سپکاوى دى او له رسوله مخکې کېدل له خدایه مخکې کېدل دي . (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)

١٢_  عملي التزام بايد له دنننۍ تقوا سره وي (لَا تُقَدِّمُوا …. وَاتَّقُوا اللَّهَ ) .

١٣_  هغوى چې د سليقو اونورو مسلو له کبله ‏له خداى او رسوله يې مخکې کېږي ؛نو نه ايمان لري او نه تقوا . (لَا تُقَدِّمُوا …. وَاتَّقُوا اللَّهَ )

 ١٤_  د خپلو ناسمو چارو لپاره پلمې مه راوړئ ؛ځکه ( إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ) .

د مخکې کېدو څو بېلګې

١—د غټ اختر پر ورځ ځينو د خداى له رسوله مخکې قرباني وکړه،چې ورته وويل شول : (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ) (کشاف ۴/ ٣٥٠ ) .

٢_  يوه ډله روژه شوه، مخکې تر دې ،چې د روژې د میاشتې راختل ثابت شوي وي،ورته وويل شول : (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)

٣_  د اسلام پېغمبر کفارو ته څو تنه د تبليغ لپاره ولېږل، کفارو د خداى د رسول مبلغان  ووژل ؛خو درې تنه ترې راوتښتېدل . دې درې تنو ‏په راستنېدو کې د “بني عامر” د ټبر دوه تنه کفار د خپلو دوستانو په غچ کې  ووژل ( ‏حال دا چې هغه دوه تنه بې ګناه ول) قرآن هم هغوى ددې خپلسري عمل په پار ورټل،چې دا کار مو ولې ‏د پېغمبر له اجازې پرته‏ ‏وکړ؟ (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ) ( کشاف۴/٣٥٠ ) .

٤_  حضرت ‏على (ک) يو تن ته وويل : دا دعا ووايه : يامقلب القلوب، هغه سړي داسې وويل : يا مقلب القلوب والابصار‏.

حضرت علي ورته ‏وويل : ما؛خو د “ابصار)) ټکى نه و ويلى . قرآن وايي : له خداى او رسوله يې مه مخکې کېږئ . (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)  (کمال الدين صدوق ، ٢٠١مخ ).

٥_  د “بني تميم” ټبر د خداى له رسوله امير وغوښت . لومړي او دويم خليفه (رضي الله عنهم) هر يو د بېل بېل تن وړانديز وکړ او دې دواړو ‏يو له بل سره د خپل وړانديز شوي تن په باب شخړه وکړه،چې آيت راغى :(( لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ ………. لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ)( صيحح بخارى ۳/١٢٣مخ )

٦_  حضرت على ( ک) يو تن ته د دعا په ورزده کولو کې وويل : دا دعا ووايه : لا اله اله الله ….تردې چې ورته يې وويل : (( يحيى ويميت )) اورېدونکي بيا له ځانه يوه غونډله ور زياته کړه و يې ويل : ((ويميت و يحيى )) حضرت علي ورته وويل : غونډله دې سمه ده ؛خو هماغسې ووايه ، چې زه یې درته وايم او بيا يې ورته د (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ) آيت تلاوت کړ. ( خصال صدوق ۲/٦٢‏)

٧_  د پېغمبراکرم(ص) ځينو اصحابو خوب، خواړه او له خپلو مېرمنوو سره کوروالى پرځان حرام کړى و،آنحضرت (ص) ‏خپه او  غوسه شو،پر منبر کېناست،و يې ويل : زه پخپله خواړه خورم ،ويده کېږم ‏او له خپلې مېرمن سره هم ژوند کوم او زما څرګنده لار داده ؛نو چا چې ‏ترې‏ لاروي ونه کړه ؛نو له ما ځنې  نه دي . (فمَن رَغِب عن سنّتى فليس منّى) (وسايل ‏ ٢٣/٢٤٤)

٨_  سره له دې چې لنډ مهالى واده خداى او رسول يې قانوني اعلام کړى و؛خو دويم خليفه (رض) وويل،چې زه يې حرام اعلانوم . (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ )

٩_  په اتم هجرى کال کې،چې د خداى رسول له خلکو سره د مکې سوبې ته له مدينې ‏ ووت؛نو په دې سفرکې ځينو خپله روژه ماته نه کړه ( سره له دې چې خبر ول، ‏د مسافر روژه ماته ده او په خپله پېغمبراکرم هم روژه ماته کړې وه ) دوى هغه کسان دي،چې له آنحضرت‏(ص) څخه مخکې کېدل .( لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)

١٠_  تراسلامه په مخکې ‏اديانو‏ کې هم داسې مخکې تګ وينو؛ د بېلګې په توګه : سره له دې چې حضرت عیسی علیه السلام د حضرت مريم اولاد او د خداى بنده و ؛خو ځينو د خدايي تر پولې يوووړ، چې قرآن هم په دين کې له غلو څخه منع کړي يو.

د سرغړونې او شاته پاتې کېدو بېلګې

له خداى او رسوله مخکې تګ منع دى،له فرمانه یې سرغړواى او ترې وروسته پاتې کېدل هم منع دي ،هغه مهال،چې خداى،رسول او د رسول پرحقه ځايناستي خلک يوې مسئلې ته راوبلي؛نو په بيړه،مينه او لاس پر سينه یې بايد امر بدرګه شي . قرآن هغوي رټلي،چې له عمومي دندو او بلنو پښې باسي.(اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ)  ( توبه / ٣٨ ) په دې اړه څو بېلګې دا دي :

 الف : پېغمبراکرم ( ص) تر رحلت ‏مخکې يو لښکرراټول کړ، چې حضرت”اسامه” یې بولندوى ‏وټاکه او ټولو ته يې سپارښتنه وکړه،چې په دې لښکر کې شامل شئ، و يې ويل : لعنت دې پر هغوى باندې وي ،چې د “اسامه” له لښکره سرغړونه کوي؛خو ځينو سرغړونه وکړه .

ب : قرآن هغوى سخت رټلي،چې د پېغمبراکرم (ص) له فرمانه یې سرغړونه کړې او جګړې ته نه وو تللي او پر خپل دې کار خوشحاله هم ول . (فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ ) ( توبه / ٨١)

ج : سره له دې‏ چې د احد په جګړه کې په لومړي بريد کې مسلمانان بريالي شول ؛خوهغو ٥٠ تنو،چې پېغمبراکرم(ص) په غره کې د کنډو ساتنې ته پر څارنې ګومارلي ول، د آنحضرت ‏(ص) له فرمانه يې سر غړونه،چې ورته يې ويلي ول: که موږ وګټله که و بايلله ؛تاسې حق نه لرئ  له خپلو مورچو ‏راکوز شئ ؛خو هغوى د غنيمت راټولولو په موخه ‏‏د پېغمبراکرم(ص) خبره ولتاړله،چې د مسلمانانو برى د همدوى په راکوزېدو خاورې ايرې شو،مسلمانانو ماتې وخوړه ،د آنحضرت (ص) ډېر ښکلي ياران ؛لکه حضرت حمزه سيدالشهداء شهيد شو، قرآن د احد د جګړې ماتې په درې ټکيو کې رانغاړلې ده : ناغېړي ،اړپیچ- اختلاف ، سرغړونه (حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم ) (آل عمران/۱۵۲)

حضرت علي هم په نهج البلاغه کې پر  ډارنو،ناغېړو او ‏سخت زړیو ‏سختې نيوکې کړي او داسې یې انځورکړي ‏: هسې تشې بې روحه ډانچې يئ، اوس‏ مو ‏څېرې د سړیو دي ؛خو مړانه درکې نشته‏! ( نهج البلاغه ، ٢٧ خطبه ) .

څه چې خداى له موږ غواړي، نه مخکې تګ او نه وروسته پاتې کېدل دي ؛بلکې ملګرتوب،ګډ اندي – هم فکري اوګډ کاري ده . (والّذين معهم)

تقوى

په دې آيت کې د ((َاتَّقُوا اللَّهَ )) غونډله راغلې ده ؛نو ښه به وي،چې پر تقوا څه رڼا واچوو:

١_  د الهي لارښوونو موخه دا ده،چې په انسان کې د تقوى روحيه راپيدا کړي؛د ساري په ډول ‏قرآن وايي :

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ=(بقره/۲۱)= [خلكو! خپل هغه پالونكي ولمانځئ،چې تاسې او له تاسې مخكېني يي پيدا كړي دي، ښايي  ځان ساتي شئ.))

 او همداراز په  بل ځاى کې وايي :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ(بقر‏ه/۱۸۳)= [مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده؛لكه چې تر تاسې پر وړومبنيو فرض شوې وه، ښايي ځان ساتي شئ.))

٢_  تقوى د سمې لارې د منلو بنسټ دى .( هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ) (بقره/٢) .

٣— خداى متقيانو ته پوهه ورکوي (وَاتَّقُواْ اللّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللّهُ) ( بقره / ٢٨٢) .

 ٤—تقوى الهي رحمت راوروي . (وَاتَّقُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) (انعام / ١٥٥ )

٥_  تقوى د عمل د منل کېدو لامل دى . (إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ)( مائده / ٢٧)

٦_  تقوى له داسې لارو روزي رسوي،چې انسان ترې خبر هم نه وي . (وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ)( طلاق/ ٣)

٧_  خداى د تقوى له خاوندانو سره ژمنه ‏کړې،چې کار‏ به یې ناشونى پاتې نشي . (وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا) (طلاق/ ٢)

٨_  خداى له متقيانو سره غيبي مرستې کوي. (وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ) ( توبه /٣٦/١٢٣)

٩_  تقوى د قيامت له خطره د خلاصون لار ده.

 ((ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا(مريم/۷۲) =بيا ځان ساتي (پرهېزګاران) ترې ژغورو او ظالمان به په (دوزخ) كې په ګونډو پراته پرېږدو. ))

تقوی ‏ د ښه عاقبت او نېکمرغۍ لامل دى . (وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ)( اعراف/ ١٢٨)

په متقي کېدو کې اغېزمن لاملونه

١_  پر مبداء او معاد ايمان  انسان له ګناهونو ساتي او څومره،چې ‏ايمان پياوړى وي،هومره تقوى هم ډېره وي .

٢_  عمومى څارنه (پر نېکیو امر او له بدیو منع ‏) په ټولنه کې د تقوى د ودې لامل ګرځي .

٣_  کورنۍ روزنه . ٤_ حلال زرق . ٥_  د واکمنانو کړنلار . ٦_  انډيوالان (مېرمنو،مېړه،ګاونډى،هم صنفي ) . ٧— له پرهېزګارانو سره دوستي .

‏ ايا تقوى محدوديت دى ؟ ‏

ځينې ګومان کوي،چې تقوى محدوديت او زندان دى؛خو تقوى يوه کلکه کلا ده. د زندان او کلا توپير په دې کې دى،چې زندان ته له بهره قلف وراچول کېږى او يو تپل شوی محدوديت دى، چې د بشر له آزادۍ سره اړخ نه لګوي؛خو کلا انسان په خپله ټاکي ‏او په خپله پکې ځان قلفوي،چې ځان له ډول ډول پېښو‏ وساتي.

رښتيا !  بوټان،چې په پښوکوو؛نو ايا ځان مو محدود کړی؟

نو هر محدوديت بد نه دى اوهره آزادى ارزښت نه دى؛بلکې هماغسې،چې هر پرمختګ ارزښت نه دى؛ځکه ‏ميکروب هم په بدن کې پرمختګ کوي او هر پر شاتګ هم بد نه دى . ناروغ،چې طبيب ته ځي ؛نوغواړي د پخواپه څېر روغ شي، چې دا پر شاتګ ارزښت لري اوتقوى هم ؛يعنې ځان ساتل .

هغه ښځې او نجونې، چې د آزادۍ په نامه ‏هر ډول ځان نورو ته ښکاره کوي ، که څو دقيقو ته (يوازې ‏څو دقيقو ته ) سر په ګرېوان کې ښکته کړي ‏ان که مسلمانانې هم نه وي ؛نو عقل او پوهه ‏به يې پاکۍ ،پاکلمنۍ ‏او حجاب ته راوبلي؛ځکه  بدحجابى يابې حجابي  :

١_  هغوى ته پر بده سترګه د کتو. ٢— دهغوى د تښتولو لپاره د هڅونې .٣—د کورني نظام د ړنګېدو‏ . ٤_  د بې ځايه راپارونې او د روحي تعادل د له منځه تللو . ٥—ځان ښوونې اوپړک اوپړوک ته د هڅونې . ٦_  د محصلينو علمي بنسټ ته تیلی ورته کول ‏او فکر یې له مطالعې د ګرځولو . ٧—د نشتمنو ‏اوبېوزليو ‏ د خېجلتيا لامل ګرځي؛ځکه ‏هغوى د دوى په څېر جامې نشي پېرلاى . ٨_  د اقتصادي ضربې لامل ګرځي؛ځکه د کار پر ځاى پر ټولنه ځاني غوښتنې واکمنېږى. ٩_  هغوى له ژونده نهيلي کوي،چې د دوى په څېر څيرې نه لري . ١٠_  موروپلارته د خپګان د پيدا کېدو . ١١_  د عیاشانو راضي کېدو . ١٢— د منفي سيالى د رامنځ ته کېدو . ١٣—له کوره د تېښتې . ١٤_  د حوصونو د زوکړې . ١٥_  د مقاربتي ناروغيو د منځ ته راتلو . ١٦—د روحي او اروايي ناروغيو د منځ ته راتلو . ١٧_  د ماشوم د غورځېدو ،ځان وژنې او پريوبل د يرغل لامل دى .

نوځکه قرآن پر تقوى دومره سپارښتنه کړې ده . او امام جمعه بايد په هره خطبه کې د تقوى په اړه ‏خبرې وکړي .

 قرآن وايې : (فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ) ( التغابن/۱۶) څومره مو چې له لاسه کېږي ،تقوى وکړئ او په يو بل ځاى کې وايې : (اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ) ( آل عمران / ١٠٢ ) تقوى هماغسې پرځاى کړئ؛لکه څنګه يې،چې حق دى . ))

البته نهيلي په کار نه ده ؛ځکه که ګناه مو وکړه ؛نو پر لمانځه توبې او له خداى نه د مرستې په غوښتو د ګناه له ککړتيا ځان پاکولاى شو .

 

سرچینه: تفسیر نور، مولف شیخ محسن قرآیتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!