تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة الأنبياء د منتخبو آیتونو شرح د انبياء سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت د آيتونو چورليز، نبوت دى[1].  اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مُعْرِضُونَ ﴿۱﴾  = خلكو ته، د خپل حساب (وخت) ورنژدې شوى او دوى همداسې په ناخبرۍ كې مخ […]

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د سورة الأنبياء د منتخبو آیتونو شرح

د انبياء سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت د آيتونو چورليز، نبوت دى[1].

 اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مُعْرِضُونَ ﴿۱﴾  = خلكو ته، د خپل حساب (وخت) ورنژدې شوى او دوى همداسې په ناخبرۍ كې مخ اړوونكي دي .

 1_ د حساب او قيامت له نژدېدو مطلب څه دى؟: ځينو مفسرانو ددې پوښتنې په ځواب كې ويلي: منظور دادى، چې د دنيا پاتې د تېرو پر وړاندې، لږه ده او په همدې دليل، قيامت نژدې دى (نسبي نژدېوالى). روايت شوى، چې پېغمبر اكرم (ص) د اشارې او منځنۍ دوو ګوتو په يوځاى ښوولو سره وويل: (( زه او قيامت، ددې دوو په څېر مبعوث شوي يو)). ځينو ويلي: دا تعبير پدې پار دى، چې قيامت جوت، پرېكونى او هرومرو رامنځ ته كېدونى دى[2].

لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ وَأَسَرُّوا النَّجْوَى الَّذِينَ ظَلَمُوا هَلْ هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ أَفَتَأْتُونَ السِّحْرَ وَأَنْتُمْ تُبْصِرُونَ ﴿۳﴾ = حال دا زړونه يې (په دنيوي چارو او ناخبرۍ) روږدي دي او ظالمانو دا د راز خبره په پټه (یو بل ته) وکړه، چې : دا ( پېغمبر) خو يوازې ستاسې په څېر يو بشر دى؛ نو ايا تاسې لاسي (عمدي) په كوډو پسې ورځئ ؟

 قَالَ رَبِّي يَعْلَمُ الْقَوْلَ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۴﴾ =  (پېغمبر) وويل : ((پالونكى مې په اسمان او ځمكه كې له هرې خبرې خبر دى او هغه پوه اورېدونكى دى. ))

بَلْ قَالُوا أَضْغَاثُ أَحْلَامٍ بَلِ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ فَلْيَأْتِنَا بِآيَةٍ كَمَا أُرْسِلَ الْأَوَّلُونَ ﴿۵﴾ = لا دا یې هم وويل: (( (څه چې محمد [ص] راوړي، وحې نه ده؛) بلكې ګډوډ خوبونه دي؛بلکې دروغ دي،چې پر الله يې ورتړي؛بلکې يو شاعر دى؛ (كه رښتيا وايي؛) نو يوه معجزه دې راوړي؛ لكه چې ړومبي پېغمبران (له معجزو سره) رالېږل شوي ول .))

مَا آمَنَتْ قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَفَهُمْ يُؤْمِنُونَ ﴿۶﴾ = له دوی مخكې، چې موږ ټولې ابادۍ تباه كړي (؛ نو بېلابېلې معجزې يې غوښتې وې، چې موږ يې غوښتنې ورپوره كړې؛ خو) ايمان يې رانه ووړ؛ نو ايا دوى (په معجزو) ايمان راوړي؟

وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۷﴾ = او موږ تر تا مخكې يوازې سړي (چې انسانان او د بشر له جنسه وو، د پېغمبرانو په توګه) لېږلي ول، چې وحې مو ورته کوله، که نه پوهېږئ؛ نو پوهان (د اسماني كتابونو څېړونكي) وپوښتئ.

 وَمَا جَعَلْنَاهُمْ جَسَدًا لَا يَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَمَا كَانُوا خَالِدِينَ ﴿۸﴾ =  داسې تنې مو نه وې وركړې، چې خواړه ونه خوري او همېشني عمرونه يې هم نه درلودل.

ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنْجَيْنَاهُمْ وَمَنْ نَشَاءُ وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِينَ ﴿۹﴾ =  بيا مو كړې ژمنه ورسره پوره كړه . دوى او څوك چې مو وغوښتل (د دښمنانو له منګولو) وژغورل او له پولو اووښتي مو هلاك كړل .

لَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۱۰﴾ = 10   په يقين داسې كتاب مې درنازل كړى، چې پكې درته يادونه (او ويښتيا) ده؛ نو ايا نه پوهېږئ؟

3 تر10_ پر نبوت د مشركانو يو شمېر نیوكې: په دې آيتونو كې د پېغمبر د نبوت او قرآن په باب د ځیلي مشركانو ځينو نيوكو او پلمو ته اشاره شوې ده. لومړۍ نيوكه داچې ويل يې (3 آيت): پېغمبر ستاسې په څېر يو بشر دى او د بشروالي په وزلو او لوازمو كې په يو څيز كې هم درنه بېل نه دى؛ نو كه له غيبو سره يې د اړيكې ادعا سمه وي؛ نو تاسې هم بايد له غيبو خبر شئ او داچې نه وسئ؛ نو هغه هم دروغ وايي او چې كوم كتاب یې معجزې ته ورته او د خپل نبوت دليل ته معرفي كړى، معجزه نه؛ بلكې يو جادو دى، چې تاسې يې كړاى نشئ. خداى ددې نيوكې په ځواب كې دوه مطلبه اوڅاروي (7 آيت): يو داچې ټول تېر پېغمبران هم بشر ول او د اسلام د پېغمبر د نبوت ادعا، څه نوې ادعا نه ده. دويم داچې نبوت داسې څيز نه دى، چې له انسان والي سره اړخ ونه لګوي. د پېغمبر او نا پېغمبر توپير وحې ده، شونې ده خداى يې پر چا ولوروي او پر بل نه او كه خداى چاته وحې ورولېږله؛ نو پکار نه ده، چې ټولو ته يې ولېږي؛ يا كه چاته يې وحې ور و نه لېږله؛ نو پکار نه ده له بله يې وسپموي؛ بلكې وحې د خداى او انسان ترمنځ يوه ځانګړې اړيكه ده، چې په الهي حكمت ځينې يې لري او ځينې يې نه. د آيت په پاى كې تينګار شوى، كه په تېر مطلب – تېر پېغمبران انسانان ول او وحې له انسان والي سره په ټكر كې نه ده – پوهېږئ؛ نو ښه، كه نه پوهېږئ؛ نو كتابيان وپوښتئ، چې پر هغه مهال د مشركانو د تاييد او درناوي وړ ول. د مشركانو دويمه نيوكه، پر پېغمبر او كتاب يې ناروا تورونه ول، چې درجه په درجه سختېدل (5 آيت). په پيل كې يې وويل، چې د پېغمبر اکرم(ص) خبرې (قرآن) يې ليدلي پرېشانه خوبونه دي او الهي وحې يې ګڼلې ده؛ نو دا خبرې تر كوډو هم ډېرې بې ارزښته دي. بيا يې د تور درجه اوچته كړې، و يې ويل: دا پرېشانه خوبونه نه دي، چې په تېرو كې يې ليدلي وي؛ بلكې په لوى لاس او دروغو يې پر خداى ورتړلي دي. بيا يې تور ښه سخت كړى، ويې ويل: له آره خو هغه يو شاعر دى او شعر وايي او دا ځكه سخت تور دى، چې دروغجن فكر كوي، چې څه وايي؛ خو شاعر بې څه تدبيره، چې څه په نظر ورشي، وايي یې او كوم شاعري فن يې، چې خوښ شي، كاروي يې، چې ډېر ځل د اړتياوو نټه كوي يا په ډاګه پر باطلو ټينګار كوي او ډېر ځل رښتيا، دروغ او دروغ رښتيا كوي. ورپسې یې مشركانو له دې خبرو پايله واخسته، چې قرآن معجزه نه ده او كه پېغمبر رښتيا وايي، بايد د تېرو پېغمبرانو په څېر معجزه راولي؛ لكه د موسى (ع)  کونټۍ او د صالح (ع)  او ښه. خداى د مشركانو دا ادعا (كه پېغمبر (ص)  د تېرو پېغمبرانو په څېر كومه معجزه راولي، ايمان راوړي) دروغ وګڼله او رد يې كړه. تېرو يې له خپلو پېغمبرانو هېښنده معجزې غوښتې وې؛ خو چې پېغمبرانو يې وړانديز شوې معجزې وروستې؛ بيا يې هم ايمان نه راووړ؛ نو ځكه د عذاب وړ شول. دوى هم په څېر يې دي او دروغ وايي[3]. بيا (10آيت) يې په يوې لنډې او په مانا ډكې غونډلې كې، د مشركانو ډېرى نيوكې، په دې توګه ځواب كړي، چې كه څوك د قرآن آيتونه – چې د وريادونې، د زړه د ويښتيا او د فکر د خوځښت او د ټولنې د پاكۍ لامل دي- وڅېړي؛ نو ښه پوهېږي، چې قرآن يوه څرګنده او تلپاتې معجزه ده او داچې له بېلابېلو اړخونو يې د اعجاز نښې او اثار څرګند دي؛ نو ترې نمښته او د نورو معجزو غوښتنه، د غرض او بې عقلۍ ښوونكې ده[4].

بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ ﴿۱۸﴾ = بلكې موږ پر باطل د حق ګوزار كوو، چې و یې ځپي؛ نو په دې توګه باطل له منځه ځي؛ خو درته افسوس چې (د الله او د خلقت د موخو په باب د ناحقو) خبرې جوړوئ.

 18_ حق پايښتى دى: حق او باطل دوه مخالف مفاهيم دي. حق هغه څه دى، چې په خپل ذات او آر كې ثابت وي او باطل هغه څه دى، چې په ذات او آر كې څه ثبات نه لري؛ خو ځان حق ته ورته ښيي، چې خلك يې حق وګڼي؛ البته چې كله هم د حق پر وړاندې واقع شي؛ نو معلومېږي، چې باطل و او له منځه ځي؛ لكه اوبه، چې پخپله يو له حقايقو ځنې دي او سراب، چې په حقيقت كې اوبه نه دي؛ خو ځان د اوبو په څېر ښيي او ليدونكى يې اوبه ګڼي؛ خو چې تږى ورنژدې شي، اوبه نه ويني. خداى په قرآنكريم كې، حق او باطل ته ډېرې بېلګې راوړي او د واقعيت له مخې، ګروهې يې حق او هغه چې له واقع سره اړخ نه لګوي، باطلې يې ښوولې دي او د آخرت ژوند يې حق او دنیوي ژوند يې باطل ګڼلى دى چې انسانان يې په خورا ځلبلۍ – پړق و پروق خپله شتمني ګڼي او لاس ته راوړنې ته يې غورځې پرځې كوي؛ همداراز خپل متعال ذات يې حق او نورې وزلې چې انسانان پرې غولېږي او خداى ته د ورماتېدو پر ځاى ورماتېږي باطلې بللې دي. دا د خداى سنت (او دود) دى، چې باطلو ته دومره مهلت وركوي، چې كومه ورځ له حق سره مخ او ورسره لاس په ګرېوان شي، چې په خپل ګومان يې له منځه يوسي او ځاى يې ونيسي؛ خو خداى يې پر هغه وخت په حق له منځه وړي؛ نو پر ځمكه د حق ګروهه بيخي له منځه نه ځي، كه څه په ځينو وختونو كې يې درلودونكي لږ كي او كمزوري وي. همداراز حق كله هم له آره له منځه نه ځي؛ كه څه دښمنان يې زيات وي او خداى كله هم د خپلو پېغمبرانو له ملاتړه لاس نه اخلي، كه څه چاړه تر هډوكي ورسي او نهيلي پرې لاسبري شي؛ نو تېرو آيتونو ته په پامنيوي د آيت مانا دغسې كېږي. هستي مو د خلكو لوبو او بوختيا ته پنځولې نه ده؛ بلكې همېشنى سنت مو دادى، چې باطل په حق داسې ځپوو، چې يو مخې له منځه ولاړ شي. كه دا باطل، باطله دليل او ګروهه وي، حق دليل او ګروهه يې له منځه وړي او كه كوم باطل دود او كړه وړه وي )؛لكه چې په ظالمو اقوامو كې وو- چې استيصالي عذاب (هغه عذاب، چې جرړې راباسي او پر هغه مهال ايمان ګټور نه وي) دا كړنې او دودونه له منځه وړي. په ټوليز ډول، چې باطل هرڅه وي، حق به يې له منځه يوسي[5]. په ډېرى رواياتو كې ددې آيت څرګند مصداق د امام مهدي (ع)  تر راڅرګندېدو روسته د حق واكمنۍ جوړول ښوول شوي دي[6].

لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۲۲﴾ = كه په دوی (اسمان او ځمكه) كې بې له “الله” نور خدايان هم واى؛ نو هرومرو به (د اسمان او ځمكې) د واړو (نظام) ويجاړ شوى واى؛ نو الله؛ د عرش پالونكى، له هغه څه پاك دى، چې مشرکان يې وايي!

 22_ د تمانع دليل: دا آيت د توحيد يو مهم دليل ته اشاره كوي، چې پوهانو د تمانع دليل نومولى دى. څرګندنه دا، ښكاره وينو، چې هستي د يو قانون پلیونې ده او په يو ټاكلي غونډال كې ده، چې د اجزاوو ترمنځ يې ټكر نشته. د قوانينو همغږي يې ښيي، چې پيلامه يې له يوې سرچينې ده؛ ځكه كه پيلامې ډېرې او ارادې بېلابېلې واى؛ نو كله به هم دا همغږي نه وه او په هستۍ كې به هماغه څيز ليدل كېده، چې قرآن يې په فساد تعبيروي. د يو كتاب له لوسته په اسانۍ پوهېږو، چې يو تن ليكلى که ګڼ شمېر؛ ځكه دوه تنه كه څومره هم اندي او هم سليقه وي؛ بيا هم دوه تنه دي او ليكلار او سليقه يې توپير لري. كه ټول څيزونه يې يو واى؛ نو يو تن كېده؛ نو دلته ده، چې بايد توپيرونه ولري، چې دوه تنه شي او په پايله كې دا توپير به اغېز پرې باسي. كه دا كتاب څومره هم ستر وي او په ډولاډولو موضوعاتو يې ويينه كړې وي، ډېر ژر پكې ناهمغږي ننګېرلېږي. د هستۍ دا له عظمته ستر كتاب، په همدې قانون كې رانغاړلېږي. كه د نړۍ په سنبالښت كې ګڼ شمېر ارادو او پيلامو لاس درلوداى؛ نو دا همغږي ناشونې وه. په رښتيا ولې فضايي پوهان په پوره ځيرنې سپوږمكۍ پر هماغه ځاى كېنولاى شي، چې وار له مخكې يې په خپلو محاسباتو او سنجونو كې اټكل ورته كړى وي او بيا يې له هغه ځايه ځمكې ته د مخكېنۍ وړاندوينې له مخې راكوزوي او ان د ثانيې سلمې برخې ته هم حساب اوكړلاى ورته جوړوي؟! كه په هستۍ كې دوه يا څو ارادې واكمنې واى؛ هر يوه ځانته غوښتنه درلوده او هر يو د بل اغېز خنثى كاوه او په پايله كې هستي په فساد او نا همغږۍ اخته كېده[7].

يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى وَهُمْ مِنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُونَ ﴿۲۸﴾ = الله یې له (نننيو او) سبانيو او تېرو كړنو خبر دى او [پرښتې] يوازې د هغه چا شفاعت كوي، چې الله ترې خوښ وي (چې شفاعت يې وشي) او له هیبته یې وېرېږي.

28_ د پرښتو شفاعت: د ((وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى)) غوڼدله د مشركانو يوه مهمه ګروهه ردوي او دا نورو ته د پرښتو شفاعت دى. ځينو يې پرښتې ځكه نمانځلې، چې شفاعت یې كوي او خداى ته يې ورنژدې كوي[8]. خداى په دې آيت، دا فاسده ګروهه ردوي او څرګندوي، هغوى د پرښتو په شفاعت كې رانغاړلېږي، چې خداى يې له دينه خوښ وي او د چاچې دين شرك او له توحيد سره په ضديت كې وي، هېڅكله به د پرښتو په شفاعت كې راو نه نغاړل شي؛ نو ځكه له هغه حیراني ده، چې پرښتې له خداى سره شريكې بولي او شفاعت ته يې سترګې پر لار وي؛ حال دا، پرښتې يوازې د مؤحدينو شفاعت كوي[9].

أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ ﴿۳۰﴾ = ايا كافران نه پوهېږي، چې اسمانونه او ځمكه سره نښتي ول، بيا مو بېل كړل او له اوبو مو هر ژوى راپيدا كړ؛ نو ايا [دا پنځګري مو] نه مني او ایمان نه راوړي؟

30_ د اسمانونو او ځمكې پنځون: مفسرانو د ((أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا)) تر غونډلې لاندې پرېمانه خبرې كړي، چې له دوى درې تفسيره مناسب په نظر رسي: 1_ د اسمان او ځمكې نښلون، د پنځون پيلامې ته اشاره ده، چې د پوهانو د روايت له مخې، د هستۍ ټولګه د غاز يوه ستر سوځنده كتله وه، چې د دننني يون او چاودنې له امله سوكه سوكه وويشل شوه، چې ستوري، سيارې، لمريز غونډال او ځمكه رامنځ ته شوه او بيا هم نړۍ د پراختيا پر حال ده. 2_ له نښلونه مراد د هستۍ د موادو همجولي- يكنواخت والى دى. داسې چې په يو بل كې سره ننووتي وو او د يوې مادې په بڼه ښكارېدل؛ خو د زمانې په تېرېدو، توکي يو له بله جلا شول او نوي جوړښتونه يې ومومل او په اسمانونو او ځمكه كې ډول ډول بوټي، څاروي او بېل بېل ژوي رادبره شول؛ داسې ژوي، چې هر يوه ځانته ځانګړى غونډال، اثار او ځانګړنې لري او هر يو د پالونكي د ستریا، پوهې او بې پايه ځواك يوه نښه او ښكارنده ده. 3_ د اسمان له نښلونه مراد دادى، چې په پيل كې باران نه ورېده او د ځمكې له نښلونه مراد داچې پر هغه وخت بوټي نه زرغونېدل؛ خو خداى دواړه پرانستل: له اسمانه يې باران رانازل كړ او له ځمكې يې ډول ډول بوټي راوټوكول. له اهل بيتو عليهم السلام ګڼ شمېر روايات روستۍ مانا او ځينې يې ړومبي تفسير ته اشاره لري[10].

30_ اوبه؛ د ژویو ژوندبنسټ: د ټولو ژونديو ژویو كه بوټي وي که څاروي بنسټ په اوبو پورې تړلى دى؛ هغه اوبه، چې پيلامه يې، له اسمانه رانازل شوى باران دى. پوهان ګروهن دي، چې د ژوند ړومبى تېغ د سمندرونو په تل كې پيدا شوى دى؛ نو ځكه اوبه د ژوند پيل ګڼي. كه قرآن د انسان پنځون له خاورې ګاڼه؛ نو نه ښايي، هېر كړو، چې له خاورې مطلب ((خټه)) ده، چې له اوبو او خاورې جوړه شوې ده. دا موضوع هم پاموړ ده، چې د پوهانو د څېړنې له مخې، د انسان د بدن غټه برخه او د ډېرو څارويو بدنونه (د اويا سلنو په شاوخوا كې) له اوبو جوړشوي دي. داچې ځينو نيوكه كړې، چې د پرښتو او پېريانو پنځون – سره له دې، چې ژوندي ژوي دي-  بې له څه شكه له اوبو ځنې نه دي، ځواب يې څرګند دى؛ ځكه د آيت مطلب، هغه ژوندي ژوي دي، چې موږ ته محسوس دي[11].

وَجَعَلْنَا السَّمَاءَ سَقْفًا مَحْفُوظًا وَهُمْ عَنْ آيَاتِهَا مُعْرِضُونَ ﴿۳۲﴾ = او اسمان مو يو خوندي چهت جوړ كړ؛ خو دوى د الله د نښو ( له څېړنې) مخ اړوي .

32_ اسمان؛ ساتندوى چهت: په دې آيت كې له اسمانه مطلب، له ځمكې ګرد چاپېره هوا ده او د پوهانو د څېړنو له مخې يې پنډوالى په سلګونو كيلوميټره دى. دا په ظاهر لطيف او نرم پوټكي، چې له هوا او غازونو جوړ شوى، دومره ټينګ او مقاوم دى، چې له دباندې ځمكې ته را روان هر ربړیجن – مزاحم او ضرري موجود له منځه وړي او ځمكه، چې شپه و ورځ په شهاب ډبرو ايشتل كېږي، دا پوټكى يې ترې ساتي. پردې سربېره، د لمر وړانګې ځينې مرګونې برخې لري، چې د ځمكې هوا يې چاڼوي[12].

خُلِقَ الْإِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ ﴿۳۷﴾ =  (هو!) انسان تلواري پنځول شوى؛ ژر به خپلې نښې دروښيم؛ نو (په) بيړه (عذاب) را نه مه غواړئ .   

37_ د بيړې غندنه: دا آيت دومره د انسان د بيړې خبره كوي، چې ته وا له بيړې پیدا شوى او بې له دې څه نه پېژني؛ لكه چې وايي پلانى يومخې ښه دى يا پلانى يومخې بد دى؛ يعنې له ښو پيدا شوى يا له بدۍ پنځول شوى دى[13].بيړه له غندل شويو ځانګړنو ځنې ده او د دين او اخلاقو مشرانو يې په رټنه كې ډېرې خبرې كړي؛ البته بيړه دې له چټكۍ سره يو شان او ورته ونه ګڼل شي. چټكي داده، چې كړنلار پوره اوډون شوې وي او ټولې چارې حساب او سنجول شوي وي؛ نو بايد بې د وخت له تېرېدو پلي شي؛ خو بيړه داده، چې لا تر اوسه كړنلار پوره چمتو نه وي او پوره كېدو او څېړنې ته اړتيا ولري؛ نو سرعت او چټكي مطلوبه ده او عجله او بېړه نامطلوب ده[14]. له علي (ك) په يو روايت كې لولو: (( په چارو كې له بيړې تر هغې ډډه وكړه، چې وخت يې راورسي او همداراز، چې د كار وخت راورسېد؛ نو په ترسره كولو كې يې ناغېړي مه كوه…؛ نو هر څيز پر خپل ځاى كېده او هر كار پر خپل وخت وكړه[15]))[16].

37_ عذاب راكېووتو ته بېړه!: له تېر آيته ګټنه كېږي، مشركانو د پېغمبر اکرم(ص) له بلنې سره د مخالفت په پار،چې كله يې آنحضرت (ص) ليده؛ نو ملنډې يې پرې وهلې او په دې كړنې يې خپله سرغړونه او كفر لا ورزياتوه؛ البته خداى يې په څېر چلن ورسره و نه كړ. د پېغمبر اکرم بلنه يې ټوكه ګڼله؛ نو ځكه يې ملنډې ورباندې وهلې؛ خو خداى يې ملنډې جدي او په ټينګه وبللې؛ نو كافرانو، چې هر ځل پر پېغمبراکرم ملنډې وهلې، يو ځل بيا يې ځانونه د الهي عذاب خولې ته ورنژدې كول او ته وا په دې چار يې ځانونه ډېر ژر په عذاب كې رانغاړل. كافرانو د سلامتۍ پر مهال، د خداى له نښو سبق وانخست او د خپل عذاب په نښو پسې ول؛ نو ځكه خداى په دې آيت كې، تر كفر روسته يې د ملنډو دليل، د عذاب د نښو په بېړه ليدو كې ګڼلى او باخبر كړي يې دي، چې ډېر ژر به خپلې (د عذاب) نښې وروښيي[17].

بَلْ تَأْتِيهِمْ بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ يُنْظَرُونَ ﴿۴۰﴾ = بلکې (قيامت) ناڅاپي ورځي؛ نو حيرانوي يې، چې نه يې مخه نيواى شي او نه څه مهلت وركول كېږي.

40_ د جهنم اور؛ ناڅاپي او هېښنده دى: په ناڅاپي توګه د اور د راتلو مانا داده، چې نه پوهېږي، له كومه راځي او ترې راتاوېږي. خداى هم پر همدې مانا د دوزخ اور يادوي: (( (هغه) الهي بل شوى اور دى . (هماغه) چې پر زړونو ورخېژي او خوله اچوي. په حقيقت کې دا اور پرې راتاو شوی (چې د تېښتې لار نه لري)،[18] )) او همدا راز ويلي يې دي: (( په حقيقت كې تاسې او چې څه مو بې له الله نمانځل د جهنم سونتوکي ياست[19]))څرګنده ده هغه اور، چې دغسې ځانګړنه لري، د انسان باطن د ظاهر په څېر رانغاړي او د باطن رانغاړل يې د ظاهر له رانغاړلېدو لږ نه دي او د دنيا د اور په څېر نه دي، چې سوځول د بدن له پوټكي پيل كړي او بيا يې دننه ورسوځوي؛ بلكې پوټكى او دننه دواړه يوځاى سوځي او په پايله كې انسان فرصت نه مومي، چې ترې وتښتي او څه چاره وسنجوي او په يو څيز ځان له اوره بچ كړي؛ ځكه اور يې د بدن له تله بل شوى دى؛ نو ځكه د اور پر وړاندې د دوزخيانو غبرګون يوازې او يوازې هېښتيا ده او د بچېدو او تېښتې لار نه لري[20].

بَلْ مَتَّعْنَا هَؤُلَاءِ وَآبَاءَهُمْ حَتَّى طَالَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا أَفَهُمُ الْغَالِبُونَ ﴿۴۴﴾ = حق دادی، موږ دوى او پلرونه يې (له نعمتونو) برخمن كړل،تردې چې عمرونه يې اوږده شول (او د غرور او سرغړونې لامل يې شو) ايا دوى نه ګوري،چې موږ تل په ځمكې پسې ورځو او له څنډو (او اوسېدونكيو) يې راكموو؟! ايا نو دوى لاسبري دي (که موږ) ؟!

44_ د ځمكوالو پوپنا كېدل؛ د خداى د ځواک يوه نښه او د مخلوق بېوسي: داچې د (( أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا )) له غونډلې مراد څه دى، مفسرانو يې په اړه ډول ډول ويينې كړي؛ خو تر ټولو مناسبه يې دا ده، چې له ځمكې منظور، د نړۍ د هېوادونو خلك دي؛ اقوام او ډول ډول وګړي، چې سوكه سوكه او پرله پسې د نشتوالي په پلو ورځغلي او له دنیوي ژوند سره پېلنه – خدای پاماني كوي او په دې توګه، تل د ځمكې له چاپېرياله كمېږي. د اهل بيتو (ع)  له امامانو په ځينو رواياتو كې راغلي، چې دا آيت د پوهانو په مړينه تفسير شوى دى؛ البته پوهېږو، چې معمولاً دا روايات د څرګندو مصداقونو د ښوولو لپاره دي؛ نه داچې د آيت مفهوم په ځانګړو وګړيو كې را ايسار كړي. په دې توګه، د مشرانو، اقوامو او ان پوهانو سوكه سوكه مرګ كبرجنو او ناخبرو كافرانو ته د عبرت يو درس دى، چې ورښيي له خداى سره په مبارزه كې بريا ورته نشته[21].

وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ ﴿۴۷﴾ = او د قيامت د ورځې د انصاف تلې به ږدو؛ نو پر هېچا به په هېڅ ډول ظلم ونشي او كه (کړه وړه يې) د اوري دانې هومره وي، حساب ته یې راوړو او موږ پخپله حسابۍ ته بس يو .

47_ د عدل تله: ځينو ګڼلې ده، چې په قيامت كې ددې نړۍ د تلو په څېر تلې درېږي او ورپسې يې فرض كړي، چې هلته د انسان كړنې دروندوالى او وزن لري، چې پر هغو تلو تلل كېداى شي؛ خو حق دادى، چې تله په قيامت كې د سنجونې د وزلې او وسيلې پر مانا ده او پوهېږو، چې هرڅيز له ځان سره متناسبه د سنجونې وزله لري. تودوخ مېچ، هوا مېچ او نورې تلې هر يو له هغه څه سره همغږي دي، چې بايد وسنجول شي. په اسلامي احاديثو كې لولو: په قيامت كې د سنجونې تلې؛ پېغمبران، امامان، سپېڅلي او نېكان دي، چې په كړنليكونو كې يې تت او تياره ټكى نشته[22] په واقع كې دا ستر او بېلګه وګړې، د كړنو د سنجونې كچې دي او د هر چا كړنې، چې څومره له دوى سره ورته وي، دروندوالى لري او چې څه ورسره ورتوالى نه لري، بې وزنه يا سپكې وي. ان په دې نړۍ كې يې د خداى وليان د سنجونې كچې دي او چې څوك ورته ښه ورته وي، ارزښتمن دى؛ خو په بله نړۍ كې دا چار د راښكاره كېدو او څرګندېدو پړاو ته رسي[23].

وَهَذَا ذِكْرٌ مُبَارَكٌ أَنْزَلْنَاهُ أَفَأَنْتُمْ لَهُ مُنْكِرُونَ ﴿۵۰﴾ = او دا (قرآن) یو برکتي کتاب دی، چې درلېږلی مو دی، ایا ترې منکر یاست؟  

50_ ټولو ته د خير او بركت ډك كتاب: دې آيت قرآن ځکه ((مبارك)) نومولى، چې قرآن ثابت او همېشنى پيغام او د پرېمانه بركتونو درلودونكى دى، هم مؤمن ترې برخمنېږي او هم په بشري ټولنه كې د كافر سوكالي تامينوي او لنډه داچې ټول نړيوال ترې ګټنه كوي؛ كه قرآن مني که يې نه مني. ددې ادعا دليل، د ودې او سمونې هغه اغېزې دي، چې نن يې په بشري ټولنو كې وينو؛ ځكه كه پر څټ ولاړ شو او د قرآن د نزول پېر يا مخكې ترې ورشو، پوهېږو، چې د قرآن د بركت له امله بشر له كوم ځايه تر كومه ځايه رسېدلى دى؛ نو هله څرګندېږي، چې قرآن يو مبارك پيغام دى، چې ټولو بشري وګړيو پرې وده موندلې ده، كه څه په خپله خوله منښته پرې وكړي او يا يې له حقانيته له ژبني منښتې ډډه وكړي او حق يې پوره نه كړي او د ستر نعمت ناپاسلي- نامنندوى يې وكړي؛ البته مسلمين هم د منكرينو په نمښتې او د دوى په ناپاسلۍ كې ناګرم نه ول؛ ځكه مسلمانانو هم د قرآن په حق پوره كولو كې ناغېړي كړې؛ لكه چې پخپله قرآن په قيامت كې د رسول الله (ص)  له خولې وايي: (( پالونكيه! په حقيقت كې زما قوم دغه قرآن پرېښى و[24])).

وَتَاللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَامَكُمْ بَعْدَ أَنْ تُوَلُّوا مُدْبِرِينَ ﴿۵۷﴾ = او (په زړه کې يې وويل : ) قسم پر الله چې په نشتون کې به مو هرومرو ستاسې د بوتانو څه چاره وكړم! ))

57_ حضرت ابراهيم (ع)  مشركان وګواښل: دا آيت، څه چې د ابراهيم (ع)  له خولې وايي – په ډېر احتمال – خبره يې نه؛ بلكې د زړه هوډ يې و؛ ځكه ډېر ځل هوډ په خبره تعبيرېږي؛ لكه زه هرومرو دا چار كوم؛ ځكه خبره مې يې كړې؛ يعنې هوډ مې يې نيولى. لرې ده، چې ددې خبرې مخاطب د هغې زمانې ټول بوتپال وي؛ ځكه د امت نامه يې اخستى، چې يو غښتلى او ځواكمن امت و او له بوتانو سره يې تعصب درلود او ابراهيم (ع)  ورته يو ناپېژاندى و. دا د توحيد دين ته د ابراهيم (ع) د بلنې پيل و، چې بې له ده هېڅوك مؤحد نه و. پردې ټولو سربېره، دا له احتياط سره سازګازي نه لري، چې ابراهيم خپل دښمن چې يو امت دى له خپل نيته خبر كړي، او هغه هم په دې زغردتیا، چې ورته ووايي: په ناسوبتیا – غيابو كې مو ستاسې بوتانو منځه وړو ته نقشه كاږم؛ خو كه احتمال وركړو، چې دا خبره يې ځينو هغو ښاريانو ته كړې وي، چې پوهېده چاته يې نه وايي[25].

قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِنْ كَانُوا يَنْطِقُونَ ﴿۶۳﴾ = (ابراهيم) وويل :(( بلكې دا كار دې لوى بوت كړى؛ نو كه خبرې كړاى شي، ويې پوښتئ.))

63_ ابراهيم (ع)  دروغ ونه ويل: داچې په دې آيت كې د ابراهيم (ع) د خبرې ظاهر له واقعيت سره اړخ نه لګوي، او په دې دليل، چې ابراهيم (ع) پېغمبر او معصوم – پاكلمنى و او بيخي يې دروغ نه ويل؛ نو ځكه مفسرانو ددې آيت په تفسير كې بېلابېل مطالب ويلي، چې غوره یې دادي: ابراهيم (ع)  يومخې دا عمل په ستر بوت پورې وتړه؛ خو ټول قراين او نښې لېینه – شهادت وركوي، چې له دې خبرې يې ټينګ هوډ نه درلود؛ بلكې د بوتپالو له کږنو او انګېرنو – خرافاتو ډکې او بې بنسټه ګروهې يې پر مخ ور و وېشتې او و يې پوهول، چې دا بې ساه ډبرې او لرګي دومره نا څيزه دي، چې ان يوه غونډله خبره هم كړاى نشي، چې له خپلو نمنځچارو – عابدانو مرسته وغواړي، دا خو لا څه چې ستونزې يې هوارې كړي. په ورځينيو خبرو كې ددې تعبير ساری پرېمانه دی، چې د مقابل لوري د وينا باطلولو ته يې، مسلمات او ګروهې د يو چار، روايت يا استفهام په بڼه ورته ږدو، چې خړ او سرټيټى شي او دا چلن په هېڅ ډول دروغ نه دي؛ دروغ هغه دي، چې څه قرينه او نښه يې مله نه وي. له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې راغلي: (( حضرت ابراهيم يې د اندونو د سمونې په پار دا خبره وكړه او ورته يې وويل، چې دغسې يو چار د بوتانو له وسې نه كېږي)) بيا امام زياته كړه: (( پر خداى قسم! بوتانو دا چار كړى نه و او ابراهيم (ع)  هم دروغ ونه ويل[26])).

قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانْصُرُوا آلِهَتَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ ﴿۶۸﴾= (بوت نمانځو) وويل :((كه كوم كار كوئ (؛نو) و یې سوځوئ او د خپلو خدايانو ملاتړ وكړئ .)

قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ ﴿۶۹﴾ = ( په پاى كې يې په اور كې وغورځاوه؛خو موږ) وويل :(( اوره! پر ابراهيم سوړ او سلامتي (او بې زيانه) شه.))

68 او 69_ د ابراهيم (ع)  د سوځولو هوډ او پر ګلبڼ د اور اوړېدل: د ابراهيم (ع)  سوځولو ته د مشركانو د هوډ او پر ګلبڼ د اور اوړېدو په هكله، ډېر روايات او خبرې اوڅار دي. په دې لنډيز كې يې څو ټكيو ته اشاره كېږي: ويلي يې دي، چې كوم اور يې د ابراهيم (ع) سوځولو ته چمتو كړى و، دومره ستر و، چې مارغان له هغې سیمې تېرېداى نشو. ښكاره ده، چې دغسې ستر اور ته ورنژدېداى نشو؛ نو ځكه يې ابراهيم (ع) په ټال كې كېناوه او په تېزه يې په اور كې وروغورځاوه. په يو روايت كې راغلي دي: چې كله يې ابراهيم (ع) پر ټال كېناوه او په اور كې يې ورغورځاوه؛ نو اسمان، ځمكې او پرښتو چغې كړې او له خدايه يې وغوښتل، چې د (( توحيد اتل)) وژغوري همداراز روايت شوى: جبرائيل(ع) د ابراهيم (ع)  ليدو كتو ته ورغى او ورته يې وويل: څه اړتيا لرې؟ ابراهيم (ع) په لنډو ورته وويل: ((تا ته نه)) دا مهال حضرت جبرائيل وړانديز وكړ او و يې ويل: ((نو له خدايه دې اړتيا وغواړه)) ورته يې وويل: ((دومره كافي ده، چې له حاله مې خبر دى)) په يو روايت كې لولو: چې كله ابراهيم (ع) په اور كې وغورځېد، خداى اور ته امر وركړ: سوړ شه؛ نو اور دومره سوړ شو، چې له سړښته يې غاښونه ړچېدل، تردې چې خداى اور ته امر وكړ: سالم وسه. په دې وخت كې يې د قوم له مشرانو يو وويل: ما اور ته وويل، چې مه یې سوځوه؛ نو د اور يوه لمبه ورپسې شوه او پر خپل ځاى يې وسوځاوه[27]. موږ ټولو ته د يو ټكي پاملرنه ګټوره ده او هغه داچې كله انسان د وزلو او اسباب په نړۍ كې دومره ډوبېږي، چې انګېري د ژویو ځانګړنې او اغېزې يې پخپله له ځانه دي او له هغه سترې مبدا غافلېږي، چې ژویو ته يې ډول ډول اغېزې وركړي دي. نو خداى كله د بندګانو ويښونو ته، په سبب سازۍ او سبب ورانۍ لاس پورې كوي: داسې ژوي، چې په ظاهره ترې كوم چار نه جوړېږي؛ خو د سترو اثارو سرچينه يې ګرځوي او اپوټه، كومې وزلې او اسباب، چې په توکیزه نړۍ كې متل دي (؛لكه د اور سوځونه او د چړې غوڅونه)، له كاره غورځوي، چې جوت شي، دوى له ځانه څه نه لري. دې واقعياتو ته پاملرنه، په مؤمنانو كې د توكل او بندګۍ روحيه دومره ژوندۍ، ويښه او پياوړي كوي، چې يوازې خداى ته یې پام وي او بې له ده مرسته نه غواړي. دوى د ستونزو د اور مړه كول يوازې له ((الله)) غواړي او د ګردو دښمنانو له منځه وړل يې له درشله غواړي او بې له ((الله)) چاته هيلمن نه وي[28].

وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءَ الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ ﴿۷۳﴾ = او له دوی مو داسې مشران كړل، چې زموږ په امر يې (خلكو ته) لارښوونه كوله او موږ د ښو چارو د کولو، نمونځ درولو او زکات ورکولو وحې ورته وكړه او يوازې زموږ نمانځونكي ول.

73_ امامت او مشرتوب؛ توکیزه او مانيزه مشري: دا آيت د هغو پېغمبرانو په هكله خبرې كوي، چې ياد كړي یې دي او دوى د خلكو (امامان) او مشران معرفي كوي. خداى دې پېغمبرانو ته پر نبوت او رسالت سربېره، د امامت او مشرتوب مقام هم وركړى دى. امامت، د انسان د بشپړتيايي بهير روستى پړاو دى، چې د خلكو د هر اړخيزې توکیزې او مانيزې، ظاهري او باطني، جسمي او روحي مشرۍ پر مانا ده. له امامت سره د نبوت او رسالت توپير په دې كې دى، چې پېغمبران د نبوت او رسالت په مقام او مرتبه كې، يوازې د حق فرمان ترلاسه كوي او خلك ترې خبروي؛ داسې خبرونه، چې له زېري او ګواښنګرۍ سره مل دي؛ خو د امامت په پړاو كې دا الهي کړنلارې پلي كوي؛ كه دا د عدل حكومت د جوړښت له لارې وي که بې له دې. په دې پړاو كې دوى روزنپوهان، د احكامو او كړلارو پلي كوونكي، د انسانانو روزونكي او د نږه، پاك او انساني چاپېريال رادبره كوونكي دي. د امامت مقام هغه مقام دی چې ګردو الهي کړلارو ته د عمل جامې وراغوندي، په بله وینا، مطلوب ته ورسېدل او تشریعي او تکویني ښیون دی. امام له دې اړخ د لمر په څېر دى، چې ژوندي ژوي په خپلو وړانګو پالي[29].

وَدَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ إِذْ يَحْكُمَانِ فِي الْحَرْثِ إِذْ نَفَشَتْ فِيهِ غَنَمُ الْقَوْمِ وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شَاهِدِينَ ﴿۷۸﴾ = 78   او داوود او سليمان (درياد كړه) چې كله يې د هغه كښت په باب پرېكړه كوله، چې د شپې د خلكو بې شپونه رمه پكې څرېدلې وه (او خوړلی یې و) او موږ يې پر پرېكړه شاهد وو.                        

78_ داوود او سليمان (ع)  الهي قاضيان: دا آيت او ورپسې آيت په سر تړلي توګه د حضراتو داؤد او سليمان (ع)  پېښې او قضاوت ته اشاره كوي. د اهل بيتو له امامانو له يوه راغلي روايته ګټنه كېږي، چې يوه رمه د شپې د انګورو یو بڼ ته ورننوځي او د تاكونو پاڼې او وږي خوري او بڼ زيانمنوي. د بڼ خاوند داؤد (ع) ته عرض كوي او نوموړی حكم كوي، چې بايد د وررسېدلي تاوان په بدل كې دې د بڼ خاوند ته ټوله رمه وركړاى شي. سليمان (چې پر هغه وخت كوچنى و) خپل پلار ته وړانديزوي، چې خپل حكم په دې بڼه واړوي، چې رمه د بڼ خاوند ته وسپارل شي، چې له شيدو او وړيو يې ګټه واخلي او بڼ د رمې خاوند ته وركړ شي، چې ورته یې جوړ كړي او چې كله د لومړي حالت په څېر شو؛ نو خاوند ته يې وروسپارل شي او رمه هم بېرته خپل خاوند ته وركړاى شي. د ورپسې آيت له مخې، خداى د سليمان حكم تاييد كړى دى[30]. دلته پاموړ دوه ټكي دي: يو داچې داوود او سلیمان (ع) په حكم كې يوه خوله ول، چې د رمې خاوند دې بڼوال ته تاوان وركړي؛ خو د تاوان وركولو په دود او طريقه كې يې اړپېچ درلود. ښايي د داوود (ع) د حكم علت دا و، چې بڼ ته د وررسېدلي زيان كچه د رمې د قيمت هومره وه؛ نو ځكه يې حكم وكړ، چې بڼوال دې رمه په غرامت كې ونيسي؛ خو حضرت سليمان (ع) اسان حكم وكړ. دا عبارتونه ( (( موږ يې پر پرېكړه شاهد وو)) يا (( او دوى هر يوه ته مو د (عدل) وړتيا او پراخ علم وركړ))  ) ښيي دواړو پېغمبرانو د الهي حكم له مخې قضاوت – ورمندون وكړ او د خداى د تاييد وړ ول؛ خو د يوه حكم يې تر بل اسان و. په رواياتو كې هم لولو، چې داؤد (ع)  د مخكېنيو پېغمبرانو د حكم له مخې ورمندون وكړ؛ خو خداى سليمان (ع) ته وحې وكړه، چې تردې روسته دې حكم په بله بڼه پلى شي. دويم ټكى داچې د قرآن د آيتونو له مخې، داوود (ع) پر هغه مهال، پر ځمكه د خداى خليفه او الهي پاچا او واكمن و او حكم يې حكم و او كه سليمان (ع) هم په دې پېښه كې لاسوهنه كړي، هرومرو د پلار په اجازه او په كوم علت وه؛ كه نه څرګنده ده، چې څه مانا نه لري، په يوه پېښه كې دوه قاضیان پرېكړه وكړي او د هر يوه پرېكړه هم ځانته نافذه او اغېزمنه وي؛ نو په آر كې د داؤد او سليمان د ورمندون مانا خپلمنځي سلامشوره و او نه جلا جلا پرېكړه؛ لكه چې له امام باقر (رح) نه هم په يو راغلي روايت كې پردې ټكي څرګندنه شوې ده. له امام صادق (رح)  نه په يو روايت كې لولو، چې داوود (ع)  په دې چار بني اسرائيلو ته خپل وصي او ځايناستى وروښود او ويې پوهول، چې سليمان (ع)  ددې مقام وړ دى[31].

وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ ﴿۸۱﴾ = او سلیمان ته مو توند باد [اېل كړى و]، چې په امر به يې د هغه هېواد لوري ته الوت، چې موږ پكې بركتونه ايښي ول او موږ پر هر څه پوه [او وسمن] يو.

81_ شام؛ د سليمان (ع)  ټاټوبى او بركتناك هېواد دى: له بركتناك هېواده مطلب (( شام)) دى، چې سليمان پكې اوسېده[32].

وَمِنَ الشَّيَاطِينِ مَنْ يَغُوصُونَ لَهُ وَيَعْمَلُونَ عَمَلًا دُونَ ذَلِكَ وَكُنَّا لَهُمْ حَافِظِينَ ﴿۸۲﴾ = او همداراز يو شمېر شيطانانو (چې موږ ورته اېل كړي وو، په سيندو كې) غوپې ورته وهلې او بې له دې يې نورې چارې (هم) کولې او موږ دوى (د سليمان د امر له سرغړونې) ساتل.  

82_ سليمان (ع)  ته د شياطينو چوپړ: په دې آيت كې چې كوم ژوي د شياطينو په نامه ياد شوي، د سبا سورت په 12 او 13 آيتونو كې ((جن)) نومول شوي او څرګنده ده، چې دواړه يو له بله بېل نه دي؛ ځكه پوهېږو، چې شياطين هم د (( جن)) يا پېريانو له ټبره دي. په جن سورت كې به د جن په باب ويينه وشي. د ص او سبا سورتونو له آيتونو او هم له دې آيته ښه ګټنه كېږي، د پېريانو دا ډله، چې سليمان ته ايل وه، هوښيار، کارنده – فعال، ګړندي، هنروال او ځيرك صنعتګران وو. سليمان (ع) ته يې په سمندرونو كې غوپې وهلې، جواهر او ارزښتمن څيزونه يې ورته را ايستل. د ((يَعْمَلُونَ عَمَلًا دُونَ ذَلِكَ)) غونډله، په لنډو ده او شرح يې د سبا سورت په 13 آيت كې راغلي: ((څه چې (سليمان)غوښتل هغوى ورته جوړول: عبادتځايونه، انځورونه او د تالاو په څېر لوى لګنونه او له ځايه نه خوځېدونكي دېګونه)). د سليمان په باب له يو لړ نورو رواياتو (؛لكه د ص سورت 38 آيت) ګټنه كېږي، چې يوه ډله سرغړاندي شياطين هم ول، چې سليمان ايل كړي ول. ښايي د (( وَكُنَّا لَهُمْ حَافِظِينَ)) غونډله هم دې ته اشاره وي، چې موږ د سليمان چوپړيالان له سرغړونې ساتل[33].

وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۸۳﴾ = او ايوب (درياد كړه) چې كله يې خپل پالونكى وباله : (( چې زيان (رنځ اوبدني كړاو) رارسېدلى او ته تر هر لورينه خورا لورين يې .))

83_ د ايوب (ع) د داستان لنډيز: له امام صادق (رح)  نه په يوه حديث كې لولو: امام د ايوب (ع) د كړاو په هكله وپوښتل شو، چې د ځواب لنډيز يې دا دى: پر ايوب (ع)  ورغلى كړاو په دې پار نه و، چې د كوم نعمت ناپاسلي – شكري يې كړې وه؛ بلكې اپوټه د نعمت د شكر لپاره و، چې ابليس كينه ورسره وكړه او خداى ته يې وويل، چې ايوب دې ځكه د نعمتونو شكر كاږي، چې سوكاله ژوند او پراخي دې ورلورولې ده، كه د دنيا توکیز نعمتونه ترې واخلي، بيخي به دې شكر و نه كاږي. ما يې پر دنيا لاسبرى كړه، چې همدا مطلب درڅرګند شي. داچې دا پېښه د حق د لارې پلیونو ته يو لاسوند وي؛نو خداى شيطان ته اجازه وركړه. شيطان راغى او پرله پسې يې د ايوب (ع) شتمني او اولادونه له منځه يووړل؛ خو دې دردناكو پېښو نه يوازې د ايوب (ع) شكر كم كړ؛ بلكې شكر ايستل يې نور هم زيات شول. شيطان له خدايه وغوښتل، چې پر كرنه او رمو يې هم لاسبرى شي. دا اجازه هم وركړل شوه او شيطان يې كرنې ته اور ورته كړ او رمه يې له منځه يووړه. بيا هم د ايوب (ع) شكر ايستل لا ډېر شو. په پايله كې شيطان له خدايه وغوښتل، چې د ايوب (ع)  پر بدن لاسبرى شي او د سخت رنځ لامل يې شي. همدغسې وشول؛ داسې چې له سخت رنځ او ټپ خوځېداى نشو؛ خو په عقل او درك كې يې لږ شان ګډوډي هم رادبره نشوه. لنډه داچې له ايوب (ع) څخه نعمتونه پرله پسې واخستل شول؛ خو ورسره جوخت يې د شكر ايستو حالات ورپورته كېدل، تردې چې يو شمېر راهبان يې ليدو كتو ته ورغلل او ويې ويل: د كومې سترې ګناه له لامله پر دغسې كړاو اخته شوى يې؟ په دې توګه ددې او هغه پوښتنې ګروېګنې پيل شوې چې دا چار پر ايوب (ع)  سخت پرېووت. ايوب (ع)  وويل: د پالوونكي پر عزت مې قسم، چې يوه مړۍ ډوډۍ مې هم بې له پلار مړي او بېوزلي خوړلې نه ده او په الهي غاړه ایښوونه كې مې خورا سخته كړلار ټاكلې ده. په دې وخت كې، چې ايوب (ع) د زغم او شكر ايستنې په مقام كې له ازمېینو بريالى راوتلى و، په دعا او مناجات يې لاس پورې كړ او په ادبناك تعبير يې، بې له دې، چې له خدايه ګيله او شكايت وكړي، د خپلو ستونزو هوارى وغوښت. په دې وخت كې د الهي لورنې ورونه پرانستل شول، ستونزې په بيړه لرې شوې او الهي نعمتونه ترمخكې زيات ورولورېدل، خداى يې اولادونه راژوندي كړل او پردې سربېره نور اولادونه يې هم وركړل[34].

85_ ذوالكفل: ډېر په نظر رسي، چې دا د بني اسرائيلو يو پېغمبر و. ((كِفل)) د نصيب (برخې) او د كفالت او ژمنتیا پر مانا هم ده. ويلي يې دي، داچې خداى ته يې پرېمانه عبادات او كړنې كولې؛ نو خداى پرېمانه ثوابونه او لورنې ورپه برخه كړې وې؛ نو ځكه ذوالكفل (د پوره برخې خاوند) نومېده. ځينو ويلي: داچې ژمنه يې كړې وه، چې شپې به پر عبادت تېروي او د ورځې به روژه وي او د ورمندون – قضاوت پر مهال به غوسه نه كوي او تر پايه يې پر خپلې ژمنې وفا وكړه؛ نو ذوالكفل ونومول شو. ځينې ګروهن دي، چې ذوالكفل، د الياس لقب دى[35].

وَالَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِنْ رُوحِنَا وَجَعَلْنَاهَا وَابْنَهَا آيَةً لِلْعَالَمِينَ ﴿۹۱﴾ = او هغه (مريم نجلۍ درياده كړه)،چې ځان يې پاكلمنې وساتله؛ نو موږ پكې له خپل روح نه ورپو كړل او دا او زوى یې مو نړيوالو ته ستره نښه كړه .

91_ د مريم (ع) ستریا: دا مريم ته يو ستر وياړ دى، چې په قرآن كې يې نامه د الهي پېغمبرانو په كتار كې راغلى او حال داچې له دوى ځنې نه وه[36].

وَحَرَامٌ عَلَى قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَنَّهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿۹۵﴾ = او د هغې سيمې پر خلکو (دنيا ته) راستنېدل حرام دي، چې هلاک کړي مو دي .

95_ نړۍ ته راستنېدا منع ده!: دا آيت د هغو كسانو په هكله خبره كوي، چې الهي عذاب مشاهده كړي يا د برزخ نړۍ ته ورشي؛ نو له سترګو يې د ښاڅمنۍ – غرور او غفلت پردې لرې كېږي او هيله كوي، چې كاشكې ددې ټولو ګناهونو د سکېندې – جبران لپاره، نړۍ ته ورستانه شوي واى؛ خو قرآن په ډاګه وايي: ستنېدا يې يو مخې حرامه او منع ده او د ګناهونو سکیندې ته يې څه لار ورپاتې نه ده. دا آيت د مؤمنون سورت له 99 آيت او 100 آيت سره ورته دى، چې وايي: (هغوى له خپلې بېلارۍ لاس نه اخلي) تردې چې كله يې يو مړ شي؛نو وايي: ((پالونكيه! ما بېرته (دنيا ته) ولېږه. ښايي نېكې چارې مې چې پرېښې وې،ترسره كړم. ))  (خو ورته به وايي:) داسې نه ده![37].

حَتَّى إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُمْ مِنْ كُلِّ حَدَبٍ يَنْسِلُونَ ﴿۹۶﴾ = تر هغه چې د ياجوجو او ماجوجو (لار) پرانستل شي او له هرې هسكې په بيړه راكوزېږي .

96_ هغه مهال، چې د ياجوج او ماجوج لار پرانستل شي: د ياجوج او ماجوج په باب د كهف سورت تر 94 آيت لاندې څرګندونه وركړل شوې. داچې د دوى د لارې له پرانستو مطلب څه دى، د بند نړېدل يې او له دې لارې يې د نړۍ په نورو برخو كې نفوذ او پراختيا يا له هرې خوا يې په نړۍ كې نفوذ؛ نو آيت يې په اړه ډاګيزه خبره كړې نه ده او يوازې دومره يې ويلي، چې پر ځمكه يې خپرېدل د نړۍ د پاى او د قيامت د سريزې يوه نښه ده[38]. د كهف سورت په 97 او 98 آيتونو كې د ذوالقرنين د پېښې او د ياجوج او ماجوج پر مخ د بند په جوړېدو پسې راغلي، چې يو داسې غښتلى بند يې جوړ كړ، چې ياجوج او ماجوج پرې ورختاى نشول او نه يې پكې سوړه ايستاى شوه.

إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنْتُمْ لَهَا وَارِدُونَ ﴿۹۸﴾ = په حقيقت كې تاسې او څه مو چې د الله پر ځاى نمانځل، د جهنم سونګتوکي ياست او ټول هماغلته ورننووتونکي ياست.

98_ په اور كې معبودان؛ له اوره لرې معبودان: له امام باقر (رح)  نه په يوه روايت كې راغلي: چې كله د انبيا سورت 98 آيت نازل شو، مكيان يې له اورېدو سخت وډار شول؛ نو عبدالله بن زبعري مكې ته راغى او ويني، چې د قريشو كافرانو ددې آيت په هكله خبرې اترې كوي. ابن زبعري وپوښتل: دا د محمد خبره ده؟ ويې ويل: هو! ويې ويل: كه پخپله منښته پرې وكړي، زه شخړه ورسره كوم، بيا يې هغه او محمد ته د ليده كاته لار برابره كړه. ابن زبعري وپوښتل: دا ويلې غونډله دې يوازې زموږ او زموږ د خدايانو په باب ده او كه د ټولو بوتپالو امتونو او معبودانو په اړه يې ده؟ پېغمبر(ص) وويل: ستاسې، ستاسې د معبودانو، ټولو امتونو او معبودانو په باب يې ده؛ خو هغوى چې خداى پخپله استثنا كړی وي. ابن زبعري وويل: پر خداى قسم، اوس په دې ځواب دركړم، ايا ته نه وې، چې د عيسى ښه ځانګړې او صفات دې ويل، سره له دې، چې پوهېږې، نصارا، عيسى او مور يې نمانځي؟! همداراز، يو شمېر خلك، پرښتې نمانځي، ايا دا خلك او معبودان يې په اور كې نه دي؟! كه دي؛ نو عيسى او پرښتې به هم په اور كې وي؟ پېغمبر (ص)  وويل: نه، عيسى او پرښتې په اور كې نه دي؛ نو قريشو جنجال وكړ، و يې خندل، و يې ويل: ابن زبعري ښه ځواب وركړ. پېغمبر (ص)  وويل: پر خبره مې پوه نه شوئ او خوشې جنجال كوئ. ايا و مې نه ويل: بې له هغوى چې خداى پخپله استثنا كړي؟ مطلب مې د خداى دا خبره وه، چې وايي: ((  إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُم مِّنَّا الْحُسْنَى…[39] )).

إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِنَّا الْحُسْنَى أُولَئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ ﴿۱۰۱﴾ = (خو) په رښتیا هغوى [= صالحو مؤمنانو] ته چې له مخكې زموږ ژمنه وركړه شوې ده،[له دوزخه] لرې ساتل كېږي .

101_ په قيامت كې له عذابه خوندي كسان: له پېغمبر اكرم (ص)  نه په يوه روايت كې لولو، چې علي (ک) ته يې وويل: (( علي! (د قيامت پر ورځ) ته او لارويان دې د (كوثر) ډنډ پر غاړه ياست او خپلو دوستانو ته دې (ترې) اوبه وركوې او دښمنان دې ترې منع كوي. تاسې د ستر خپګان پر ورځ، خوندي او تر الهي عرش لاندې وګړي ياست. ټول خلك به په ډار كې وي او تاسې به څه ډار نه لرئ، ټول خلك به غمجن وي؛ خو تاسې به څه غم نه لرئ او ستاسې په باب د ((إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُم مِّنَّا الْحُسْنَى… )) او ((لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ هَذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ )) آيتونه نازل شوي دي))[40].

لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ هَذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ ﴿۱۰۳﴾ = (هغه) لویه وېره یې نه غمجنوي او پرښتې ښه راغلاست ورته وايي (او ورته وايي : )  (( دا هماغه ورځ ده،چې (په دنيا کې) يې ژمنه درسره كېده .))

103_ د قيامت ستره وېره: له وېرې مطلب، هغه وېره ده، چې د نړۍ په پاى او د قيامت په درشل كې د شپېلۍ وهلو پر مهال راپيدا كېږي؛ لكه چې د نحل سورت په 87 آيت كې لولو: ((او هغه ورځ (درياد كړه)، چې شپېلۍ پوه شي (؛نو) څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، ټول (ژوي) به ډارېږي؛ خو بې له هغو چې خداى وغواړي[41])).

يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاءَ كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ ﴿۱۰۴﴾ = پر هغه ورځ، چې اسمان داسې راونغاړو؛ لكه د لیکل شویو پاڼو نغاړل، څنګه چې ړومبی ځل پنځونه مو پيل كړې وه، هماغسې به بيا وكړو. دا پرموږ يوه ژمنه ده، چې هرومرو یې كوونكي يوو.

104_ پر هغه ورځ، چې د اسمان پاڼې رانغاړېږي: په تېرو زمانو كې يې، د ليكونو او كتابونو ليكلو ته د طومار یا د اوږد لیک په څېر له اوږدو پاڼو ګټنه كوله، دا طومارونه يې له ليكلو وړاندې رانغاړل او ليكوال سوكه سوكه له يوې لوري پرانستل او په پام كې مطالب يې پكې كښل او د كښلو تر پاى ته رسېدو روسته يې هم رانغاړل او يوې څنډې ته يې اېښوول. له همدې امله ليكونو او كتابونو يې د طومار بڼه درلوده. دې طومار ته يې ((سِجِل)) وايه. په دې آيت كې، د نړۍ په پاى كې د هستۍ د طومار رانغاړلو په هكله يوه لطيفه تشبيه راغلې ده. په اوسني وخت كې، دا طومار پرانستى دى او ټولې نقشې او ليكونه يې لوستل كېږي او هر يو په يو ځاى كې پراته دي؛ خو چې د قيامت وخت راورسي، دا ستر طومار به له خپلو ټولو نقشو او ليكونو سره راونغاړل شي؛ البته د نړۍ رانغاړېدل د پوپناكېدو او نابودۍ پر مانا نه؛ بلكې د خپلېدو، راټولېدو او جوړېدو پر مانا ده. په بله وينا: د نړۍ بڼه اوړي؛ خو توکي يې له منځه نه ځي. دا يو حقيقت دى، چې د معاد په آيتونو كې له بېلابېلو تعبيرونو (په تېره له ورستو هډوكيو د انسان بيا راپنځېدنه او له قبره راپاڅېدل) ښه موندل كېداى شي[42].

وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ ﴿۱۰۵﴾ = او په حقيقت كې مو په “زبور” كې تر تورات روسته ليكلي دي :(( زما صالح بندګان به د ځمكې (د حكومت) پاتوړي شي.))

105_ صالح بندګان؛ د ځمكې وارثين: وراثت او وارث له يوه نه بل ته د شتمنۍ لېږد ته وايي (پاتوړی)؛ د ځمكې له وراثته مطلب دادى، چې د ځمكې پر ګټو چارواكي او سلطنت له نورو څخه صالحانو ته ولېږدول شي او پر ځمكه د ژوند بركتونه ورپورې ځانګړي شي. دا بركات يا دنیوي دي، چې له دنیوي ژونده د صالحانو برخمني ده، چې په دې حال كې، د آيت د مفهوم لنډيز دا دى: ژر به ځمكه د شرك او ګناه له چټلۍ پاكه شي، يوه صالحه بشري ټولنه (چې د خداى بندګي به كوي او شرك به ورسره نه كوي) به پكې ووسي؛ لكه چې د نور سورت 55 آيت هم دې مانا ته اشاره لري. يا دا بركات په آخرت پورې اړوند دي او مطلب ترې، خداى ته د ورنژدېدو مقامونه دي او د ځمكې د ميراثېدو (پاتوړي) مطلب، د جنتي ځمكې مالكيت دى؛ لكه چې خداى د زمر سورت په 74 آيت كې د جنتيانو له خولې وايي: ((ستاېنه يواځې د هغه خداى ده، چې له موږ سره يې پر خپلو ژمنو وفا وكړه او موږ ته يې (د جنت) ځمكه په ميراث راکړه، چې د جنت په هر ځاى كې، چې مو خوښه وي، مېشتېداى شو)) ؛ نو دا آيت هم د دنيا په هكله دى او هم د آخرت؛ يعنې د دنيا او آخرت د بركاتو پايله به دنېكانو وي. پاموړ داچې د اهل بيتو عليهم السلام په رواياتو كې، د امام زمان (ع)  او يارانو واكمني يې، ددې آيت يو خورا ستر مصداق ښوول شوى، چې د دنیوي نعمتونو او بركاتو د پايلې ښوونكى دى[43].

وَإِنْ أَدْرِي لَعَلَّهُ فِتْنَةٌ لَكُمْ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ ﴿۱۱۱﴾ = او نه پوهېږم،ښايي دا (د عذاب ځنډېدل) درته ازمېښت وي او تر يوې ټاكلې مودې برخمنېدل .

111_ د الهي مجازاتو ځنډ ته دوه فلسفې: په دې آيت كې د الهي مجازاتو ځنډ ته دوه علتونه ويل شوي: ړومبى علت، ازمېښت دى. خداى كله هم په عذاب كې بيړه نه كوي، چې خلك د كفايت تر بريده ازمېښت كړي، چې غاړه پرې خلاصه شي. دويم علت، مهلت دى، د كومو وګړيو ازمېښت، چې تمام شوى او سزا يې جوته شوې؛نو داچې سزا يې ښه سخته شي، خداى پرې نعمتونه ورډېروي، چې پوره ورډوب شي، چې بيا په همدې خوندونو ډوب حالت كې يې د عذاب په ښه دردناكه كوړه وهي، چې د بېوزليو او مظلومانو رنځ او كړاو ښه وننګېري[44].

[1] الميزان، 14: 244 مخ.

[2] نمونه، 13: 353 مخ.

 

[3] الميزان، 14: 251 مخ.

[4] نمونه، 13: 363 مخ.

[5] الميزان، 14: 263 مخ.

[6] اطيب البيان، 9: 152 مخ.

[7] نمونه، 13: 381 مخ.

[8] د يونس_18 او زمر_ 3 آيتونه ولولئ

[9] الميزان، 14: 278 مخ.

[10] نمونه، 13: 394 مخ.

[11] نمونه، 13: 396 مخ.

[12] نمونه، 13: 398 مخ.

[13] الميزان، 14: 290 مخ.

[14]  نمونه، ۱۳، ۳۱۳

[15] نهج البلاغه، 53 ليك.

[16] نمونه، 13: 313 مخ.

[17]  المیزان، ۱۴، ۲۹۰

[18] )همزه: 6- 7- 8 آيتونه(

[19]  )انبياء_98(

[20] الميزان، 14: 291 مخ.

[21] نمونه، 13: 415 مخ.

[22] نمونه، 13: 421 مخ.

[23] پيام قرآن، 6: 160 مخ.(د ژباړن یادونه :د وخت په تېرېدو او د علم او ټېکنالوجۍ په پرمختګ سره په قرآن کې په راغلیو مفاهیمو بشر لا ډېر پوهېږي او په نننۍ کمپیوټري نړۍ کې چې هر ډول کمپیوټري فایل (لیکیز،انځوریز،غږیز او…) وي؛نو پر هماغه فایل د رایټ کلیک له لارې د پراپټیز تڼۍ په کېکاږلو سره د هغه وزن او منځپانګه معلومېږي او په زړه پورې خو داچې د یوه ساده انځور او هغه انځور وزن سره خورا توپیر لري،چې په فوټوشاپ یا په کوم بل نرم تاړي پرې کار شوی وي او اړوند  کارپوه د یوه انځور د وزن له لارې پوهېږي،چې پر دې انځور نور کار شوی دی که نه دی شوی او پخوا خو دا خبره چا ته هم د زغملو وړ نه وه که څه زړګنی ایمان یې پرې درلود چې د انسان د ژوند دا ټولې نندارې به څنګه ثبتېږي؛خو نن هر باخبر انسان ته دا جوته ده،چې د انسان ټول ژوند هم که وغواړو؛نو په ډی وي ډي سی ډي کې خو لا څه چې په عادي میموري کارټونو کې ثبتولای شو)

[24] فرقان_30(/الميزان، 14: 298 مخ.

[25] الميزان، 14: 300 مخ.

[26] نمونه، 13: 438 مخ.

[27]  نمونه، ۱۳، ۴۴۵

[28] نمونه، 13: ۴۴۷ مخ.

[29] نمونه، 13: 454 مخ.

[30] نمونه، 13: 466 مخ.

[31] الميزان، 14: 312 مخ.

[32] الميزان، 14: 315 مخ.

[33] نمونه، 13: 475 مخ.

[34] نمونه، 13: 479 مخ.

[35] نمونه، 13: 483 مخ.

[36] الميزان، 14: 318 مخ.

[37] نمونه، 13: 502 مخ.

[38] نمونه، 13: 503 مخ.

[39] الميزان، 14: 335 مخ.

[40] الميزان، 14: 337 مخ.

[41] الميزان، 14: 329 مخ.

[42] نمونه، 13: 512 مخ.

[43] الميزان، 14: 331 مخ.

[44] نمونه، 13: 530 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!