تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه  د سورة الفتح د منتخبو آیتونو شرح   د فتح سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت له اوو برخو جوړ شوى دى : ١-  د سوبې زېرى او د پېغمبر(ص) د خوب په عملي کېدو ټينګار،چې مکې ته به ورننوځي او عمره به کوي. […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

 د سورة الفتح د منتخبو آیتونو شرح

  د فتح سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت له اوو برخو جوړ شوى دى : ١-  د سوبې زېرى او د پېغمبر(ص) د خوب په عملي کېدو ټينګار،چې مکې ته به ورننوځي او عمره به کوي. ٢-  د حديبيې سولې په اړوند پېښې . ٣-  د پېغمبر(ص) مقام او لوړې موخې يې . ٤-  د منافقانو پلمې او په جهاد کې يې د نه ګډون د پلمو څو بېلګې . ٥-  د منافقانو يو شمېر بې ځايه غوښتنې . ٦- له غزا اوجهاده په معاف کړاى شويو پورې اړوند احکام .  ٧- د اسلام د پېغمبر(ص) د رښتینو ملګرو د ځانګړنو يوه برخه (نمونه،22، 6 مخ)

إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا ﴿۱﴾ = په حقيقت كې ستا په چار کې مو څرګنده پراخي رامنځ ته کړه.

 1_ فتح المبين: له دې سوبې مطلب، هغه ستره بريا ده، چې د حديبيې سولې له لارې د مسلمانانو پر برخه شوه. پېغمبراكرم (ص) پر شپږم ليږديز كال په ذى القعده مياشت كې د عمرې په نيت مكې ته وخوځېد او ټول مسلمانان يې په دې سفر كې ګډون ته وهڅول؛ خو يو شمېر له ملګر توبه ډډه وكړه. په مقابل كې يو ډېر شمېر مهاجرين، انصار او بېديا مېشتي عربان ورسره ملګري شول. دوى ټول د يو زرو څلور سوو تنو په شاوخوا كې ول او احرام يې تړلى و او بې له تورې (چې د مسافرو وسله ګڼل كېده) يې جنګي وسله نه درلوده، چې پېغمبراكرم (ص) حديبيې ته ورسېد؛ نو حضرت عثمان بن عفان (رض) مكې ته ورغى، چې د قريشو مشران د سفر له موخې خبر كړي؛ خو ډېر وخت تېر نه و، چې په مسلمانانو كې ډنډوره شوه، چې هغه يې وژلى دى. دلته پېغمبر(ص) تر ونې لاندې له خپلو يارانو سره تړون وكړ، چې تر روستۍ سلګۍ به مبارزه كوي؛ خو څه وخت روسته حضرت عثمان بن عفان (رض) راستون شو او ورپسې د قريشو له اړخ، سهيل بن عمرو د سولې لپاره پېغمبر(ص) ته راغى. تر ډېرو خبرو اترو روسته د سولې تړون غوټه شو، چې د هر اړخيز بريد د پرېښوولو تړون و، چې په لنډمهاله توګه یې د مسلمانانو او مشركانو ترمنځ پرله پسې او همېشنۍ جګړو ته د پاى ټكى كېښود (نمونه، 22: 10 مخ)؛ خو داچې الله  دې سولې ته ستره بريا ويلې، راز يې دا دى، چې عمرې ته د پېغمبر او مؤمنانو راوتل يو ډېر خطرناك چار و؛ تردې چې ځينو یې مدينې ته راستنېدا محال ګڼله. لږ شمېر مسلمانان د ټپي شوي ځواكمن دښمن سيمې ته ورغلل؛ خو الله  پېښه د پېغمبر (ص) او مؤمنانو پر ګټه وچورلوله؛ داسې چې مشركان راضي شول، چې لس كلنه سوله وكړي او هم پېغمبر (ص) پر همدې كال مدينې ته ستون شي او بل كال مكې ته راشي او مكيان به درې ورځې مسجد الحرام او كعبه ورپرېږدي، چې دا خورا څرګنده بريا وه، چې الله  د خپل پېغمبر پر برخه كړه. همداراز دا سوله د مكې د سوبې ستر اغېزمن لامل شو؛ ځكه ډېرى مشركان په دوو كلونو (د حديبيې د سولې او د مكې د سوبې ترمنځ وخت) كې مسلمانان شول او تر سولې دوه كاله روسته، خيبر او د چاپېريال كلي يې مسلمانانو سوبه كړل او په دې توګه د مسلمانانو ستریا لا ډېره شوه، تردې چې پېغمبر(ص) پر اتم ليږديز كال (د مشركانو له خوا د سولې تر تړون ماتۍ روسته) د مكې سوبې ته ور روان شو او د سولې پر مهال يې د يو زرو څلورو سوو تنو پر ځاى لس يا دولس زره تنييز ځواك درلود. (الميزان، 18: 256 مخ) پردې سربېره، پېغمبر اكرم (ص) پر اووم هجري كال، د هغه وخت ابادو سيمو ته خپل استازي ولېږل او د متمدنو هېوادونو مشران يې خپل دين ته راوبلل او په دې توګه يې د خپل دين نړېوالېدل اعلان كړ او دا پيغام يې ټولو ته ورساوه، چې د نورو شرايع پېر پاى ته رسېدلى او بايد ټول له روستي اسماني شريعته لاروي وكړي. (منشور جاويد، 7: 17 مخ)

لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا ﴿۲﴾ = چې الله ستا له هغو تېرو او راتلونکيو ګناهونو تېر شي، چې درپورې يې تړل (او ستا حقانيت يې جوت كړی) او خپله پېرزوېنه درباندې بشپړه كړي او سیده لار دروښيي.

2_ د پېغمبر (ص) ګناه څه وه؟: ((ذنب)) همېش د ګناه پر مانا نه؛ بلكې په آر كې د هغه چار پر مانا دى، چې ناوړه پايلې لري او ((مغفرت)) (بښنه) پر هر څيز د پردې اچونې پر مانا ده او له همدې امله، ته وا د ګناه بښنه، پرې پرده اچول او پوښونه يې ده؛ نو دلته هم په همدې مفهوم كارولېږي. په نظر رسي، چې په دې آيت كې، د پېغمبر(ص) له ((ذنب)) څخه مطلب، هغه خطرناكې پايلې دي، چې كافرانو ته د پېغمبر(ص) له بلنې راولاړېدې. كافرانو، پېغمبر (ص) يو خرابكار تن باله او تر هغې يې، چې قدرت درلود، پردې هوډ ول، چې له منځه یې يوسي؛ خو الله  د حديبيې په سولې (چې د مكې په سوبې او د كافرانو د واكمنۍ په ځپنې پاى ته ورسېد) د قريشو د قدرت لاس لنډ كړ او په پايله كې، د مشركانو له نظره، چې پېغمبر (ص) كوم ګناهونه درلودل، ويې پوښل او د قريشو له شره يې بچ كړ. (الميزان، 18: 258 مخ.)

إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ فَمَنْ نَكَثَ فَإِنَّمَا يَنْكُثُ عَلَى نَفْسِهِ وَمَنْ أَوْفَى بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۱۰﴾ = په حقيقت کې څوك چې له تا سره بيعت كوي، يوازې له الله سره بيعت كوي او د لاسونو له پاسه يې د الله (د قدرت) لاس دى؛ نو چاچې ژمنه ماته كړه؛ نو ايله يې پر خپل زيان ماته كړې ده او څوك چې له الله سره کړې ژمنه پوره كړي؛ نو ژر به ستره بدله وركړي.

10_ د رضوان بيعت: د همدې سورت د لومړي آيت په څرګندونه كې وويل شو، چې كله پېغمبر (ص) او مسلمانان د حديبيې سيمې ته ورسېدل؛ نو حضرت عثمان (رض)، چې د ابوسفيان له خپلوانو ځنې و او دا اړيكه يې په ټاكنه كې اغېزمنه وه، د پېغمبر (ص) له لوري وګومارل شو، چې مكيانو ته دا پيغام ورسوي، چې مسلمانان د جګړې په هوډ راغلي نه دي؛ خو مشركانو، حضرت عثمان (رض) لنډ مهال توقيف كړ او له لامله يې په مسلمانانو كې د وژنې خبر ډنډوره شو او كه دغه پېښه رښتيا واى؛ نو جګړې ته د قريشو پر اعلان يو دليل و؛ نو ځكه پېغمبر (ص) وويل: ((موږ تر هغې له دې ځايه نه خوځوو، چې له دې قوم سره جنګېدلي نه يو.)) او پر دې مهم چار د ټينګار لپاره يې، خلك بيا بيعت ته راوبلل. مسلمانان هلته تر يوې ونې لاندې راټول او له پېغمبر (ص)سره يې بيعت وكړ، چې له جګړې به نه تښتي او تر خپلې وسې به په دښمن ځپنه كې هڅه كوي. مشركان له دې موضوع خبر او وډار شول او لامل شو، چې دې ناخوښې سولې ته غاړه كېدي. دې بيعت ته يې ځكه ((د رضوان بيعت)) ويلي، چې د همدې سورت په 18 آيت كې راغلى دى: ((په يقين الله  له مؤمنانو هغه وخت خوشحال شو، چې تر ونې لاندې يې درسره بيعت وكړ)). (نمونه، 22: 43 مخ) بيعت د بيعت كوونكي او بيعت مننونكي ترمنځ يو ډول تړون دى او منځپانګه يې له بيعت شوي د بيعت كوونكي لاروي او ملاتړ دى. ځينې بيعت ټاكنو ته ورته يا يو ډول ټاكنې بولي، حال دا چې ټاكنې یې كټ مټ اپوټه دي؛ يعنې منځپانګه او ماهيت يې ټاكل شوي ته د يو ډول مسووليت، دندې او مقام رادبره كول دي يا په بله وينا، د يو چار په كولو كې وكالت وركول دي؛ البه دا ټاكنه، ټاكوونكي ته هم څه دندې ورتر غاړې كوي؛ حال داچې بيعت داسې نه دى او خلك له يوه پازوال – مسول او د منصب له خاوند سره خپله وفاداري اعلانوي؛ نو ځكه بيعت كوونكي خپل بيعت ماتولاى نشي؛ خو داچې بيعت شوى پخپله خپل بيعت واخلي؛ خو په ټاكنو كې، په ډېرو ځايونو كې، ټاكوونكي حق لري، چې ټاكل شوى له خپل مقامه عزل او لرې كړي؛ البته پېغمبر اکرم(ص) او امامان، چې د الله  له لوري نصب شوي، په اړه يې بيعت ته څه اړتيا نشته. د الله  په امر يې اطاعت واجب دى. كه چا بيعت كړى وي که نه. كه په تاريخ كې لولو، چې پېغمبراکرم(ص) يا ځينو امامانو له خلكو بيعت اخستى، بېشكه پردې مانا دى، چې خلك اعلان كړاى شي، چې له خپلو الهي مشرانو سره با وفا دي. بيعت ماتونه، له سترو ګناهونو ده او په رواياتو كې، يو هلاكوونكى چار ښوول شوى دى، چې انسان د الهي عذاب وړ كوي.

سَيَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ إِذَا انْطَلَقْتُمْ إِلَى مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ يُرِيدُونَ أَنْ يُبَدِّلُوا كَلَامَ اللَّهِ قُلْ لَنْ تَتَّبِعُونَا كَذَلِكُمْ قَالَ اللَّهُ مِنْ قَبْلُ فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا بَلْ كَانُوا لَا يَفْقَهُونَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۱۵﴾ = هغه مهال چې تاسې د غنیمت د لاس ته راوړو لپاره خوځېږئ (؛ نو د حديبيې له سفره) پاتې شوني درته وايي ((پرېږدئ، چې درپسې درشو.)) (په دې توګه) غواړي د الله خبره (او لارښوونه) واړوي؛ ووايه: ((راپسې رانشئ. هو! الله لا له مخه ستاسې په اړه دغسې ويلي وو.)) نو ژر به ووايي: ((  (نه) بلكې كينه راسره كوئ.)) (داسې نه ده)؛ بلکې (دوى) بې له ډېرو لږو، په ژوره توګه نه پوهېدل.

15_د حديبيې د ګډونوالو ځانګړنه: د رواياتو له مخې، چې پېغمبر(ص) له حديبيې راستنېده، د الله  په حكم يې په حديبيې كې ګډونوال مسلمانان د خيبر له سوبې خبر كړل او څرګنده يې كړه، چې په دې جګړه كې يوازې هغوى ګډون كړاى شي، چې د حديبيې په پېښه كې حاضر ول او جنګي ولجې يې يوازې همدوى ته ځانګړې دي او د حديبيې په سفر كې نه ګډونوال او سرغړاندي له دې ولجو برخمنېداى نشي؛ خو دا ډارن دنياپالي همداچې په قراينو او نښو پوه شول، چې پېغمبر بېشكه په راروانه جګړه كې بريالى كېدونكى دى او ډېرې ولجې به د اسلام پوځ ته ور پر برخه شي، له فرصته يې ګټنه وكړه، پېغمبر(ص) ته ورغلل او په دې جګړه كې يې د ګډون اجازه وغوښته، چې هم به خپله تېره ګناه جبران كړي او هم به يې د مسووليت پېټى سپك شي؛ خو له دې غافل، چې له مخكې د قرآن آيتونه رانازل شوي ول او د دوى راز يې رابرسېره كړى و. په پايله كې پېغمبراكرم(ص)، د تاريخونو په روايت، د خيبر ولجې يوازې د حديبيې پر ګډونوالو وويشلې او ان جابر بن عبدالله انصاري (رض) ته يې هم برخه وركړه، چې د خيبر په غزا كې په ګډون بريالى شوى نه و. (نمونه، 22، 57 مخ.)

قُلْ لِلْمُخَلَّفِينَ مِنَ الْأَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ إِلَى قَوْمٍ أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ تُقَاتِلُونَهُمْ أَوْ يُسْلِمُونَ فَإِنْ تُطِيعُوا يُؤْتِكُمُ اللَّهُ أَجْرًا حَسَنًا وَإِنْ تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّيْتُمْ مِنْ قَبْلُ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۶﴾ = د عربو (بېديانيو) پاتې شونيو ته ووايه: ((ژر به د يوه سخت جنګيالي قوم لوري ته وبلل شئ، چې ورسره وجنګېږئ يا (داچې) اسلام راوړي (او مسلمانان شي)؛ نو كه بلنه مو ومنله، الله به ډېر ښه اجر دركړي او كه د پخوا په څېر مو مخ واړاوه (؛ نو الله) به مو په دردناك عذاب وربړوي!))

16_غښتلى او جګړه مار قوم: دې ته په پامنيوي، چې د پېغمبر(ص) په زمانه كې د حديبيې او خيبر تر پېښو روسته، له مشركانو سره بې د مكې له سوبې او د حنين له غزا، بله مهمه غزا نه وه؛ نو شونې ده، چې آيت دې دوو موضوګانو ته په اشاره وي، په تېره د حنين غزا ته، چې د ((هوازن)) او ((بني سعد)) ټبرونو جګړه مارانو پكې ګډون درلود. (نمونه، 22: 61 مخ)

لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَنْ يَتَوَلَّ يُعَذِّبْهُ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۷﴾= پر ړوند، ګوډ، شل او ناروغ باك نشته (كه په جهاد كې برخه وانخلي) او څوك چې د الله او استازي يې اطاعت وكړي، هغه (جنتي) باغونو ته یې ورننباسي، چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي او څوك چې مخ واړوي، په یوه دردناك عذاب به يې وكړوي!

17_ له جهاد او جګړې د معاف شويو اړوند احكام: داچې له جهاده په سرغړوونكيو كې، ګوډ، شل يا ناروغان هم ول، چې له لامله يې په رښتيا هم په جهاد كې د ګډون وس نه درلود او نه ښايي په دې منځو مال كې یې حق ناليدى وګڼل شي، دې آيت يې د معذور والي په اړه خبرې كړې دي. ځينو مفسرانو روايت كړى، چې د مخكې آيت تر نزول روسته او په دردناك عذاب د سرغړاندو ګواښ، يو شمېر ګوډ، شل، ړانده يا ناروغان، پېغمبر (ص) ته ورغلل او ويې ويل: رسول الله (ص) ! په دې منځومال كې مو مكلفيت څه دى؟ دلته دا آيت رانازل شو او ددوى حكم يې څرګند كړ؛ البته يوازې جهاد نه دى، چې په قدرت او وس پورې مشروط دى؛ ټول الهي مكلفيتونه، يو لړ ټولیز شرايط لري، چې يو یې قدرت او وس دى. دا مطلب د يو ټوليز آر په توګه په ((بقره_286)) كې لولو: (( الله  هر څوك تر خپلې وسې مكلف بولي)) البته دا ډله كه څه په جهاد كې له ګډونه معاف ده؛ خو بايد تر خپلې وسې د اسلام د ځواك د پياوړتيا او د الهي موضوع پرمختګ ته هڅه وكړي؛ لكه چې په ((توبه_91)) كې لولو: (( پر بېوسيو او ناروغانو او هغوى چې (د جهاد په لار كې) د نفقې وركولو وسيله نه لري، څه ګناه نشته (چې د غزا په ډګر كې ګډون ونه كړي) خو په دې شرط، چې له الله او استازي سره يې رښتونى وي (او څه يې، چې له وسې پوره وي و نه سپموي) .)) ؛ يعنې كه په لاس څه كړاى نشي، نو خوله خو دې نه سپموي. دا راښيي، چې هر څوك تر خپلې وسې پړ دى. په بله وينا كه له جهاده معاف شوي په سنګر كې برخه اخستى نشي؛ نو لږ تر لږه دې د سنګر شا ټينګه وساتي. دا ټكى پاموړ دى، چې د ړوند، شل او سختو ناروغانو معذور والی يوازې په جهاد پورې ځانګړى نه دى؛ د دفاع په باب، هر څوك بايد د خپلې وسې هومره د اسلام له پولو، اسلامي هېواد او ځانه دفاع وكړي او په دې اړه هېڅ استثنا نشته. (نمونه، 22: 62 مخ)

لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنْزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا ﴿۱۸﴾ = په رښتيا، الله له مؤمنانو هغه وخت خوشحاله شو،چې تر ونې لاندې يې بیعت درسره وكړ؛ نو (الله) پوه شو، چې په زړونو كې يې څه دي؛ نو ځكه يې پرې ډاډ راښكته كړ او په بدل كې يې ((نژدې بريا)) ورپر برخه كړه.

 18_ د خیبر غزا: په دې آيت كې له بيعته مطلب، د رضوان بيعت دى، چې د همدې سورت تر لسم آيت لاندې يې څرګندونه وشوه، په دې آيت كې له نژدې بريا ((او په بدل كې يې نژدې بريا ور پر برخه كړه)) د خيبر سوبه ده، چې د حديبيې تر سولې څو مياشتې روسته رامنځ ته شوه، چې پېغمبراكرم(ص) له حديبيې راستون شو؛ نو د ذى الحجې ټوله مياشت او د اووم هجري كال د محرم څو ورځې په مدينه كې تم شو او بيا يې د يو زرو څلور سوو تنو یارانو د حديبيې د ګډونوالو په ملاتړ خيبر پلو ته وخوځېد، هغه ځاى، چې د اسلام ضد فعاليتونو مركز و او پېغمبر اکرم مناسب فرصت ته ورځې شمارلې، چې دا د فساد مركز راټول كړي. كله كله به پر پېغمبر سخت سردرد راتله، چې په دې وخت كې هم پرې راغى، تردې چې يو دوه ورځې له كېږدۍ راونه ووت. په دې وخت كې يې د جګړې بيرغ ابوبكر (رض) ته وركړ او له مسلمانانو سره پر يهود بريدمن شو؛ خو بې پايلې راستون شو، بل ځل يې بيرغ عمر (رض) ته وركړ او مسلمانانو تر مخكې ورځې سخته جګړه وكړه؛ خو بې پايلې راستانه شول. په درېيمه ورځ پېغمبر (ص) بېرغ علي (ك) ته وركړ. علي (ک) د كلا بولندوى ((مرحب)) له پښو راوپرځاوه او په يو پياوړي خوځښت يې د كلا ور راونړاوه او مسلمانان ورننووتل او سوبه يې كړه. يهوديان تسليم شول او له پېغمبر(ص) يې وغوښتل، چې ددې تسليم پر وړاندې یې وينه خوندي وي. پېغمبر (ص) ومنله. د اسلام پوځ منقولې ولجې ونيوې او پېغمبر اکرم د دې ځاى ځمكې او بڼونه يهودو ته وسپارل؛ خو په دې شرط، چې نيمايي عايدات به يې مسلمانانو ته وركوي. (نمونه، 22: 83 مخ.)

وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا ﴿۲۴﴾ = او (الله) هغه (ذات) دى،چې د مكې په زړه کې یې پر کافرانو ستاسې تر بریا روسته د دوى لاسونه له تاسې او ستاسې لاسونه له دوى لنډ كړل [ چې جګړه پېښه نشي] او څه چې كوئ، الله يې ويني .

 24_  د حديبيې سولې يوه بله لاس ته راوړنه: په رښتيا دا سوله، د((فتح المبين)) څرګند مصداق وه؛ هماغه ځانګړنه، چې قرآن ورته غوره كړې وه. يو لږ شمېر بې له بسیا جنګي وزلو د دښمن سيمې ته ورځي او هغه دښمن، چې څو ځل يې پر مدينې يرغل وكړ او د مسلمانانو ځپنې ته يې هېښنده هڅې درلودې؛ خو اوس دومره وډار شي، چې د سولې وړانديز وكړي! تردې به څه اوچته سوبه وي، بې له دې، چې د چا پوزه وينې شي، پر دښمن دغسې ښكاره بريا تر لاسه كړي؟! بې شكه د حديبيه سوله په ګرد عربي ټاپووزمه – جزيرة العرب كې قريشو ته ماتې او مسلمانانو ته سوبه شمېرل كېده، تر دې، چې له دښمنه يې سترګه نه سوځېده. پاموړ داچې قرآن د مكې په ښار كې د نښتې په پرېښوولو ډډه وهي. شونې ده، چې دا تعبير دوو ټكيو ته اشاره وي: لومړۍ داچې مكه د دښمن د قدرت مركز و او بايد له دې فرصته په ګټنه يې پر مسلمانانو يرغل كړى واى او په اصطلاح مسلمانان يې په اسمان كې غوښتل او دا دى پر خپله ځمكه په ګوتو ورغلي؛ نو نه ښايي په اسانۍ يې خوشي كړي؛ خو الله  ترې قدرت واخست. بل داچې مكه د الله  د امن حرم و. كه هلته جګړه شوې واى، هم د حرم درناوى ټكنى كېده او هم مسلمانانو ته ګوتنیونه كېده، چې ددې سپېڅلي ځاى سنتي او دوديز امنيت يې ګډوډ كړى دى؛ نو پر پېغمبر(ص) او مسلمانانو د الله  يو ستر نعمت دا و، چې تردې پېښې دوه كاله روسته، مكه بې له وينو تويېدو سوبه شوه. (نمونه، 22: 89 مخ)

هُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَالْهَدْيَ مَعْكُوفًا أَنْ يَبْلُغَ مَحِلَّهُ وَلَوْلَا رِجَالٌ مُؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُؤْمِنَاتٌ لَمْ تَعْلَمُوهُمْ أَنْ تَطَئُوهُمْ فَتُصِيبَكُمْ مِنْهُمْ مَعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۲۵﴾ = دوى؛ هماغه دي،چې كافر شوي او تاسې يې هم له مسجدالحرامه منع كړي وئ او (همداراز ستاسې) د قربانۍ څاروي يې د حلالې ځاى ته له وررسېدو ايسار کړي وو او كه (په مكه كې) مؤمنان او مؤمنانې په ناپېژندګلو كې په لتاړ كې له منځه نه تلاى، چې (له دې لارې) په ناخبرۍ كې څه پړه، پېغور (او تاوان) يې ستاسې پر غاړه پاتې كېده (؛نو الله هېڅكله ددې جګړې مخه نه نيوه) موخه دا وه، چې د الله چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) په خپل رحمت كې يې ورننباسي او كه [په مكه كې مؤمنان او كافران] جلا شوي واى؛(نو) موږ به هرومرو كافران یې[د جهاد په حکم] په دردناك عذاب کړولي واى!

25_ كه مؤمنان او كافران جلا شوي واى؛ نو كافرانو ته مو سخته سزا وركوله: دا آيت هغو نارينه او ښځينه مسلمانانو ته اشاره لري، چې اسلام یې منلى؛ خو د ځينو علتونو له لامله يې هجرت ونشو كړاى او په مكه كې پاتې ول. كه مسلمانانو پر مكه بريد كړى واى؛ نو دا بېوزلي مسلمانان په خطر كې كېدل او مشركانو په پيغور ويل: د اسلام پوځ نه پر خپلو دښمنانو لورېږي او نه پر خپلو لارويانو چې دا يو ستر پيغور و. تر دې آيت لاندې له ګڼ شمېر راغليو رواياتو ګټنه كېږي، چې له دې آيته مطلب، د كفارو په صلب كې مؤمنان ول، چې لا نړۍ ته راغلي نه ول؛ نو ځكه يې الله  په پار دې ډلې كفارو ته سزا ور نه كړه. په يو روایت كې لولو: چا امام صادق وپوښت: ايا علي (ك) د الله  په دين كې ځواكمن نه و؟ امام وويل: ((هو! ځواكمن و)) وويل شو: نو ولې پر ځينو بې ايمانه او منافقو وګړيو، چې لاسبرى شو؛ له منځه يې يو نه وړل؟ څه یې خنډ و؟ ويې ويل: ((په قرآن مجيد كې يو آيت)) وپوښتل شو: كوم يو؟ امام وويل: ((دا آيت، چې الله  وايي: [كه هغوى جلا شوي واى؛ نو كافرانو ته مو سخته سزا وركوله].)) بيا يې زياته كړه: ((الله  د كافرو او منافقو اقوامو په صلب كې مؤمن ودايع او امانتونه درلودل او علي (ك) يې پلرونه ونه وژل، څو دا امانتونه راښكاره شي… او همداراز زموږ د اهل بيتو قايم نه راښكاره كېده، چې دا امانت راښكاره شي))؛ يعنې الله  پوهېده، چې يو شمېر اولادونه به يې په خپل واك ايمان راوړي او په پار يې پلرونه له چټكې سزا معافوي. څه توپير نه لري، چې دا آيت له كفارو سره د مكې د مؤمنانو ګډولې ته اشاره وي او هم هغو مؤمنانو ته چې د كفارو په صلب كې ول. (نمونه، 22: 92 مخ.)

لَقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِنْ شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُءُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِنْ دُونِ ذَلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا ﴿۲۷﴾ = په يقين، الله د خپل استازي حقیقي خوب رښتيا کړ: كه الله وغواړي؛ نو هرومرو به په پوره امنيت او ډاډ مسجدالحرام ته ورننوځئ، حال دا د سر وېښتان به مو خرېيلي يا لنډ كړي وي او (له هېچا به) نه ډارېږئ؛ نو (الله) چې په څه پوهېده، تاسې پرې نه پوهېدئ (او په دې ځنډ كې يو حكمت و) او پردې سربېره يې یو نژدې بريا دركړه.  

 27_ د پېغمبر اکرم (ص)  رښتونى خوب: روایت شوى، چې نبي کریم (ص) خوب وليد، چې له خپلو ملګرو سره د عمرې لپاره مكې ته ورننوځي او دا خوب يې خپلو يارانو ته ووايه. ټول خوشحال شول؛ خو د حديبيې د سولې پر كال، چې مشركانو یې مخه ونيوه، ځينې مسلمانان شكمن شول، چې شونې ده، د پېغمبر (ص) خوب هم ناسم وخېژي. پېغمبر اکرم (ص)  په ځواب كې وويل: ((ايا درته مې ويلي و، چې همدا سږ کال به خوب عملي شي؟)) دا آيت مدينې ته په راستنېدا كې رانازل شو او ټینګار يې وكړ، چې د پېغمبراکرم (ص)  خوب رښتيانى و او بېشكه دا پېښه به رامنځته شي. (نمونه، 22: 102 مخ.)

مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ﴿۲۹﴾ = محمد (صلی الله علیه و آله) د الله استازى دى او هغه كسان، چې ورسره دي، د كافرانو په مقابل کې ډېر سخت (او) پخپلو كې خواخوږي دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د الله فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. دوى په تورات کې په همدې ځانګړنو ياد شوي او انجیل کې یې بېلګه هغه كښت ته ورته دی، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسې، بيا خپله ملا ټينګه كړي، بيا كلك شي، بيا (د ښې ودې له لامله) پر خپلو ډډونو درېږي (چې) بزګران ورته هېښېږي. [همدغسې د محمد (صلی الله علیه و آله) ياران له کمزورۍ ځنې ځواک ته رسي]، چې كافران يې [پر پياوړتيا او ډېرښت] له غوسې وسوځي! او الله د دوی له نېکچاریو مومنانو سره د بښنې او سترې بدلې ژمنه كړې ده.

29_ د پېغمبر (ص)  د يارانو ځانګړنې: دا آيت له تورات او انجيله د پېغمبر اکرم د يارانو ځانګړنې انځوروي. په دې لنډو كې دوو ټكيو ته اشاره كېږي: 1_ سيما په آر كې نښې او بڼې ته وايي. كه په مخ كې وي که د بدن په كوم بل ځاى كې. كه څه ځينو مفسرانو په تندي كې د سجدې په ظاهري اثر يا د سجدې په ځاى كې د خاورو په اثر تفسير كړى دى. ظاهراً آيت پراخ مفهوم لري، چې پوره ددې الهي نارينه وو څېره انځوروي. له امام صادق (رح) نه په يو روایت كې راغلي: ((مطلب، نمانځه ته د شپې راويښېدل دي))؛ چې د ورځې یې په څېره كې نښې ښكاري؛ البته دا ټولې ماناوې هم سمې دي. 2_ ((كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ)): دلته د مؤمنانو او د پېغمبر (ص)  د يارانو پينځه ځانګړنې يادې شوې دي: د تېغ راټوكول، پالنې ته يې لاسنيوى، ټينګېدل، پر خپلو پښو درېدل او هېښنده وده. دوى د لوړو ځانګړنو درلودوونكي انسانان دي، چې يوه شېبه هم له يونه نه پاتېږي، همېش تېغونه وهي او تېغونه پالنه مومي او حاصلات وركوي. اسلام په نړۍ كې په خپلو ويناوو او كړنو خپروي او ورځ تر بلې پر اسلامي ټولنې نوې خیلونه ورزياتوي. هېڅكله نه ستړی كېږي او په پاك نيت مخ پر وړاندې درومي. د حق د دښمنانو پر ضد د الله  د غوسې ښكارندويان دي او د الله  د دوستانو پر وړاندې د ده د لورنې ښووونكي دي. (نمونه، 22: 155 مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!