تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة غافـر د منتخبو آیتونو شرح د غافر سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په شپږو برخو کې رالنډولاى شو:  ١- الهي اسما الحسنى ته پاملرنه، په تېره په زړونو کې ډار او هيله راټوکوي . ٢- په دنیوي او اخروي عذابونو د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة غافـر د منتخبو آیتونو شرح

د غافر سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په شپږو برخو کې رالنډولاى شو:  ١- الهي اسما الحسنى ته پاملرنه، په تېره په زړونو کې ډار او هيله راټوکوي . ٢- په دنیوي او اخروي عذابونو د جبارو کافرانو ګواښل. ٣- د موسى (ع) او فرعون د داستان يوه برخه .٤-  د قيامت يو انځور .  ٥- توحيد او د شرک نفې .٦- پېغمبر(ص) صبر او زغم ته رابلل کېږي (نمونه، 20: 4 مخ)

مَا يُجَادِلُ فِي آيَاتِ اللَّهِ إِلَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَا يَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِي الْبِلَادِ ﴿۴﴾ = يوازې هغوى زموږ په آيتونو كې شخړه كوي، چې (د كينې له لامله) كافران شوي؛ نو په ښارونو كې یې ګرځېدل راګرځېدل (او د دوی قدرت ښوونه) دې تا دوکه نه کړي!

 4_ د كافرانو له واک ښوونې و نه ترهېږئ: د آيت موخه داده، چې پېغمبر (ص) او د اسلام د پيل مؤمنانو ته (چې ډېرى یې بېوزلي ول) ورياد كړي، چې هسې نه د ظالمو كافرانو مالي شونتياوي، سياسي او ټولنيز ځواك یې پر حقانيت يا واقعي ځواك يو دليل وګڼي. تاريخ ښوولي، چې دا ډول وګړي تر كومې كچې د الهي مجازاتو پر وړاندې كمزوري او بېوسي ول؛ لكه د سيلۍ پر وړاندې د مني مړاوې پاڼې. د قرآن په ډېرو آيتونو كې له دې خبرې سره مخېږو، چې بېوزلي مؤمنان دې هډو و نه انګېري، چې له ظالمو او بې ايمانه وګړيو يا ډلو سره پراخې شونتياوې پر نېكمرغۍ يا يې د كار د پاى د بريا نښه ده. لنډ اندو ته، چې دا ډول انګېرنې پيدا كېږي؛ نو قرآن يې ابطال ته د تېرو اقوامو تاريخ ږدي او په مصر كې د فرعون، په بابل كې د نمرود او په عراق، حجاز او شاماتو كې د نوح، عاد او ثمود اقوامو څرګندو بېلګو ته ګوته نيسي، چې هسې نه بېوزلي مؤمنان كمښت او كمزوري وننګېري او د بې ايمانه ظالمانو له واک ښوونې وترهېږي يا سست شي؛ البته د الله  قانون دا نه دى، چې چا سر غړونه وكړه؛ نو سملاسي سزا وركړي؛ بلكې ډېر وخت داسې هم كېږي، چې ازمېښت ته يا په كفر او ګناه كې د كافرانو او ګناهګارانو لا ورډوبېدو ته نعمتونه وربښي، چې د راستنېدا ټولې لارې پرې وروتړل شي. (نمونه، 20: 16 مخ)

الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ ﴿۷﴾ = هغه پرښتې چې عرش پر اوږو وړي او هغه (پرښتې) چې په چاپېر کې يې دي، ټولې د خپل پالونكي له ستاېنې سره یې پاكي وايي او ايمان پرې لري او مؤمنانو ته بښنه غواړي (او وايي:) پالونكيه! ستا رحمت او علم پر هر څه خپور دى؛ نو هغه كسان وبښه، چې توبه يې ايستلې او پرلار دې روان دي او د دوزخ له اوره يې وساته!

 7_ د عرش پورته كوونكې پرښتې ايمانوالو ته دعاء كوي: دا آيت له يوې خوا مؤمنانو ته وايي، چې يوازې تاسې نه ياست، چې د الله  عبادت كوئ او درنه مخكې د الله  مقربې پرښتې او د الله  د عرش باروونكې او ترې راچاپېره پرښتو يې ستاينه كړې او كوي يې او بلخوا كافرانو ته ګوتڅنډنه كوي، چې ايمان راوړل يا نه راوړل مو مهم نه دي او الله  ستاسې ايمان ته څه اړتيا نلري. له درېيمې خوا مؤمنان خبروي، چې په نړۍ كې يوازې نه ياست؛ كه څه د خپل ژوند په چاپېريال كې لږه كي وسئ. د هستۍ پياوړي غيبي ځواكونه او د پالوونكي د عرش باروونكې مو ملاتړې او دعاء درته كوي او تل له ستر خدايه غواړي، چې تاسې په بښنې او پراخې لورنې كې راونغاړي، له ګناهونو مو درتېر او د دوزخ له عذاب مو بچ كړي. په دې آيت كې، د الهي عرش باروونكې، مؤمنانو ته دعا دود ورزده كوي: د پالوونكي په نامه تمسك او ځان ورنښلول، الله  د جمال او جلال په صفاتو يادول، له رحمت او بې پايه علمه يې مرسته غوښتل، دعاء پيلول او د اهميت په ترتيب د خپلو اړتياوو د پوره كولو غوښتنه او له هغو شرايطو سره نژدېدل، چې د قبلولو لاره چاره چمتو كوي او ورپسې دعاء د الله  د اوصافو او جلال په يادونې او بيا يې پر رحمت باندې په توسل سره پاى ته رسول.( نمونه، 20: 29 او 33 مخونه.)

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللَّهِ أَكْبَرُ مِنْ مَقْتِكُمْ أَنْفُسَكُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى الْإِيمَانِ فَتَكْفُرُونَ ﴿۱۰﴾ = په حقيقت کې كافرانو ته به (د قيامت پر ورځ) غږ وشي: [نن] مو چې خپلو ځانونو ته کومه غوسه راځي (؛ نو) د الله غوسه تر دې، هغه وخت لا ډېره وه، چې د ايمان لوري ته رابلل كېدئ؛ خو انكار مو كاوه.

 10_ د الله  غوسه، پر خپلو ځانونو ستاسې تر غوسې ډېره زياته ده: د آيت ددې برخې په تفسير كې دا مناسب په نظر رسي، چې كافرانو په نړۍ كې د خپل ځان په باب ستره میرڅي- دښمني وكړه؛ ځكه د توحيد بلوونكي يې و نه منل او نه يوازې د الهي ښيون له ډيوو یې مخ واړو؛ بلكې ماتې يې كړې؛ نو ايا تردې له ځان سره سخته دښنه كېږي، چې انسان د ځاني غوښتنو د لاروۍ او د دنيا د څو ورځو له متاع نه د برخمنېدو په پار، پر خپل مخ د تلپاتې نېكمرغۍ لار وتړي او د ابدي عذاب ورونه پرانځي؟! (نمونه، 20: 40 مخ)

قَالُوا رَبَّنَا أَمَتَّنَا اثْنَتَيْنِ وَأَحْيَيْتَنَا اثْنَتَيْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلْ إِلَى خُرُوجٍ مِنْ سَبِيلٍ ﴿۱۱﴾ = (كافران) وايي: (( پالونكيه! دوه ځل مړه او دوه ځل دې ژوندي كړو؛ نو پر خپلو ګناهونو اعتراف کوو؛ نو ايا (له دوزخه) د وتو كومه لار شته؟)) 

 11_ دوه ځل مړه كول او دوه ځل راژوندي كول: له دوه ځل مړه كولو مطلب، د عمر په پاى كې مړينه او د برزخ په پاى كې مړينه ده او د دوه ځل ژوندي كولو مطلب، برزخي بياژواكي او د قيامت بياژواكي ده. څرګندنه داچې كله انسان ومري، د برزخي ژوند په نامه يو بل ژوند پيدا كوي، هماغه ژوند، چې شهيدان يې لري؛ لكه چې الله  وايي: ((بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ( آل عمران _169) = بلكې دوى ژوندي دي او د خپل پالوونكي په نزد روزي وركول كېږي)) هماغه ژوند، چې پېغمبر (ص) او امامان يې لري، سلام مو اوري او ځوابوي يې؛ همداراز هغه ژوند، چې د آل فرعون په څېر سرغړاندي يې لري او ګهيځ او ماښام عذاب وكول كېږي: ((النَّارُ رُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا ( غافر_46) = عذاب يې اور دى، چې هر ګهيځ او ماښام وروړاندې كېږي.)) بلخوا پوهېږو، چې د نړۍ په باب او د لومړۍ شپېلۍ په پوكولو، نه يوازې انسانان، چې ټولې پرښتې او په مثالي بدنونو كې د مړيو ارواح مري: ((فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ ( زمر_48) =  نو څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، مري او بې له الله بل څوك نه پاتېږي.)) په دې توګه موږ يو جسماني ژوند لرو او يو برزخي ژوند. د عمر په پاى كې، له جسماني ژونده مرو او د نړۍ په پاى كې، له برزخي ژونده. همدغسې په دوو مړينو پسې دوه ژونده لرو: برزخي ژوند او د قيامت ورځې ژوند. (نمونه، 20: 43 مخ)

رَفِيعُ الدَّرَجَاتِ ذُو الْعَرْشِ يُلْقِي الرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ لِيُنْذِرَ يَوْمَ التَّلَاقِ ﴿۱۵﴾ = هغه (د صالحو بندګانو) درجې لوړوي، د عرش خاوند دى، پرخپلو بندګانو يې چې چا ته خوښه شي، پخپل امر روح (= وحی) ورلېږي، چې خلك د مخامخېدو له ورځې [= قيامته] ووېروي.

 15_ په خپل حكم، چې وغواړي په خپلو بندګانو روح ورنازلوي: په دې آيتونو كې له شته قراينو او له ځينو ورته آيتونو ګټنه كېږي، چې په دې آيت كې له روح نه مطلب، قرآن او وحې ده، چې د زړونو د ژوند لامل او په انساني بدن كې د روح په څېر دى؛ هغه روح، چې د ژوند؛ خوځښت، جهاد او پرمختګ لامل دى او كه وينو، چې په ځينو رواياتو كې، روح په دې آيت كې په ((روح القدس)) تفسير شوى او پېغمبرانو او امامانو ته ځانګړى په ګوته شوى؛ نو څه ټكر او تضاد نلري؛ ځكه ((روح القدس)) هماغه سپېڅلى روح او لوړ مانيز مقام دى، چې په پوره بڼه په پېغمبرانو او پاکلمنو امامانو كې شته او ډېر کېږي، چې په نورو وګړيو كې يې د وړانګې څرك ولګي او چې كله د روح القدس فيض ورسره مرسته وكړي؛ نو مهمې الهي چارې كوي. (نمونه، 20: 53 مخ.)

يَوْمَ هُمْ بَارِزُونَ لَا يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ لِمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ﴿۱۶﴾ = (پر هغه) ورځ چې خلک او کړنې یې ښكاره شي (او) هېڅ شى به يې له خدايه پټ نه وى (او ويل كېږي : ) نن ټولواکي د چا ده؟ (په ځواب كې ويل كېږي : ) د یوازیني برلاسي الله.

16_ هغه ورځ، چې دوی ټول راښكاره كېږي: ددې غونډلې مانا دا نه ده، چې په نړۍ كې خلك له خدايه پټ وي او په آخرت كې ورته ښكاره كېږي؛ بلكې پخپله همدوى ته ددې مطلب ورڅرګندېدل دي؛ ځكه پر هغه ورځ اسباب او خيالي وزلې (؛لكه شتمني او واک، چې خلك ځان ته راكاږي، چې دوى یې په تدبير او ربوبيت كې د الله  د واكمنۍ او وحدانيت له كړۍ غافلول) ټولې لرې كېږي، د انسان ظاهر او باطن او ياد او هېر يې د محشر په ډګر كې په ډاګه كېږي. هلته د هستۍ حقيقي پاچا يې ښكاره كېږي او د الله  له لوري غږ كېږي، چې ((نن د چا واكمني ده)) او له خپل لوري يې ځوابوي، چې ((د يو او زورور الله )) (الميزان، 17: 319 مخ.)

وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْآزِفَةِ إِذِ الْقُلُوبُ لَدَى الْحَنَاجِرِ كَاظِمِينَ مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ وَلَا شَفِيعٍ يُطَاعُ ﴿۱۸﴾ = او له نژدې (پېښېدونكې) ورځې (قيامته) یې وېروه، چې زړونه به تالو ته رسېدلي وي او په خپلو غمونو کې به ډوب وي، د ظالمانو به نه كوم رښتينى دوست وي او نه كوم سپارښتګر، چې سپارښت يې ومنل شي.

 18_ هغه ورځ، چې زړونه تر تالو رارسي: ددې غونډلې په څرګندنه كې يې ويلي، چې انسان په سخته تنګسه كې راګېر شي، ننګېري، چې زړه يې له خولې راوځي! عرب دا حالت په ((بلغت القلوب الحناجر)) تعبيروي او ښايي زموږ په نزد يې انډول دا وي، چې زړه تر تالو رارسېدلى؛ كه نه څرګنده ده، چې زړه د وينې د خپرندويه مركز په مانا بيخي له خپل ځايه نه خوځي او تالو ته نه رسي. شونې ده، چې زړه د ساه كنايه وي؛ يعنې ساه يې تر تالو رارسېدلې؛ ته وا روح يې سوكه سوكه له تنې وځي او يوازې ډېر لږ يې پاتې دى. په هر حال له حساب وكتاب پرېشاني او د ټولو مخلوقاتو په مخ كې له رسوايۍ ډار او په الهي دردناك عذاب كې راګېرېدل (چې تېښته ترې ناشونې ده) پر انسان داسې يو حالت راولي، چې په خوله ويل كېداى نشي.( نمونه، 20: 63 مخ.)

18_ د چا سپارښت كېږي او د چا نه: د قرآن له آيتونو او د پاكلمنو امامانو له رواياتو ګتنه كېږي، هغوى چې پر الله  ايمان لري او له رسول اكرم او اهل بيتو سره يې دښمني درلودلې نه وي، په سپارښت كې رانغاړېږي؛ البته ځينې وګړي د خپلو نېكو مخينو په پار ژر له دې الهي لورنې برخمنېږي او ځينې په ځنډ؛ خو په پاى كې دا د رحمت دريمڅه ورپرانستل كېږي. داچې په ځينو رواياتو كې لولو، چې څوك د يو بڅري هومره ايمان لري، شفاعت يې كېږي؛ خو په ځينو رواياتو كې لولو، چې ستر ګناهونه د شفاعت خنډېږي؛ نو دا يو له بل سره په ټكر كې نه دي؛ ځكه د دويمې لړۍ رواياتو مطلب دادى، چې دا ګناهونه لاملېږي، انسان په مودو مودو په عذاب كې پاتې شي او له شفاعته بې برخې وي؛ نه داچې له آره يې شفاعت ونشي. (منشور جاويد، 8: 192 مخ.) له پېغمبر(ص) په يو روايت كې لولو: ((يو بنده د خپلو ګناهونو د يوې ګناه په پار سله كاله [له جنته] ځنډنى كېږي. حال داچې خپلې كورنۍ ته ګوري، چې په نعمتي جنت كې ده)). (اصول كافي، 2: 293 مخ) همدغسې له علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((… د الله  سزا كوچنۍ مه بولئ، چې ځينې له پولې اوختو ته تر درې لکو كلونو عذابېدو روسته زموږ شفاعت ور رسي)). (بحارالانوار، 6: 154 مخ.) له روايتو ګټنه كېږي، چې كفر، شرك، له پېغمبر او كورنۍ سره يې دښمني او د ولايت نه منل يې په پرېكوني ډول انسان به د شافعانو له شفاعته بې برخې كړي؛ خو ځينې ګناهونه لاملېږي، جې انسان تر  ډېرو مودو له شفاته بې برخې پاتې شي او پر الهي عذاب اخته وي؛ لكه د عفت له چوكاټه اوختل يا د نمانځه سپك ګڼل. له ځينو رواياتو ګټنه كېږي، چې ځينې چارې د شفاعت د ګړنديتوب لاملېږي؛ لكه په ايمان او توحيد كې اخلاص او نږه توب، ډېرې سجدې، پر پېغمبر او آل يې درود ويل او ورسره د مينې ښوول او همداراز له ايمانوالو سره مينه او چوپړ يې، د قرآن زده كړه، پر ديني احكامو عمل، د نورو د عذر منل او تېرېدنه او پر سختيو او تنګسو صبر كول. (منشور جاويد، 8: 193 مخ.)

يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ ﴿۱۹﴾ = (الله) د سترګو پر خيانت او د سينو پر پټو خوالو پوهېږي .

 19_ خاينې سترګې: په يو روايت كې لولو، چې امام صادق (رح) ددې آيت د مانا په اړه وپوښتل شو، و يې ويل: ((كله انسان يو څيز ته ګوري؟ خو داسې ښيي، چې ورته نه ګوري؟! دا د خيانت كتل دي))؛ البته د سترګو خيانت ډول ډول دی: كله د سترګو په اشاره وي، چې نور سپك كړي او خوګانې پكې ومومي يا داسې اشارې، چې د شيطاني دسيسو سريزه وي. كله په پټه د خلكو نواميسو ته ليدل وي او د داسې څيزونو ليدل، چې ليدل ورته منع دي. (نمونه، 20: 65 مخ.) په يو روايت كې راغلي: (( (په غیر عمدي ډول نامحرم ته) لومړى ليدل، تا ته دي (په دې پار سزا نه دركول كېږي)؛ خو دويمه ليدنه دې په زيان ده)). نو ځكه نا محرم ته دويم ځل كتل حرام دي او له ((خائنة الاعين)) څخه مطلب همدا دى. (مجمع البيان، 8: 433 مخ.)

وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَى وَلْيَدْعُ رَبَّهُ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ ﴿۲۶﴾ = او فرعون وويل : (( ما پرېږدئ، چې موسى ووژنم او خپل پالونكى دې راوبلي (چې و يې ژغوري)! (؛ ځكه) وېرېږم، چې دين به مو بدل كړي يا به په (دې) هېواد كې فساد راولاړ كړي!))

 26_ جنايت مخونې ته د فرعون دوه پلمې: فرعون د موسى (ع) د وژنې د هوډ مخونې ته خپلو درباريانو ته دوه دلايل راوړل؛ لومړي دليل مانيز اړخ درلود او بل توکیز. لومړى يې وويل: ((ډارېږم، چې دين مو بدل كړي)) البته دين د فرعون له نظره، د ده او نورو بوتانو نمانځنه وه. بيا يې وويل: (( يا به په دې سيمه كې فساد جوړ كړي))؛ يعنې كه نن چوپ شم او څه موده روسته ورسره پر مبارزه لاس پورې كړم؛ نو ډېر پلويان پيدا كوي او سخته نښته رامنځته كوي، چې په هېواد كې به د وينې توييدو، فساد او نا آرامۍ لامل شي. د فرعون له نظره، فساد، د ښكېل شويو ولسي پرګنيو ازادۍ ته استكباري ضد انقلاب، د بوتپالنې د اثارو محو او لرې كونه او د توحيد بياژواكي وه. همېش  ظالمان او مفسدان د خپلو جناياتو مخونې او له الهي مېړنیو سره د مبارزې لپاره دا دوه دروغجنې پلمې راوړاندې كوي، چې نن هم د نړۍ په ګوټ ګوټ كې د دغسې مخونو بېلګې تر سترګو كېږي. (نمونه، 20: 79 مخ)

وَقَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَنْ يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءَكُمْ بِالْبَيِّنَاتِ مِنْ رَبِّكُمْ وَإِنْ يَكُ كَاذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ وَإِنْ يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ ﴿۲۸﴾ = او د فرعون له كورنۍ يو سړي، چې خپل ايمان يې پټ ساته، وويل : ((ايا يو سړى له دې لامله وژنئ، چې وايي : “الله” زما پالونكى دى او په يقين، ستاسې د پالونكي له لوري یې ښکاره دلايل درته راوړي؟! او كه دروغجن وي؛ نو دروغ يې پر خپله غاړه او كه رښتونى وي (نو لږ تر لږه) د ځينو عذابونو ژمنه، چې درسره كوي درپېښ به شي. په رښتيا الله له پولي اووښتي دروغجن ته سمه لار نه ورښيي.  

 28_ د آل فرعون مؤمن: د قرآن له آيتونو همدومره ګټنه كېږي، چې دا له فرعونيانو ځنې يو تن و، چې پر موسى (ع) یې پټ ايمان راوړى و؛ په زړه كې يې د الله  له پېغمبر سره مينه وه او ځان يې د ده ملاتړ او دفاع ته مؤظف ګاڼه. نوموړی هوښيار، ځيرك، وخت پېژاندى او د پياوړي منطق خاوند و، چې په حساسو شېبو كې يې د موسى (ع) ملاتړ ته ورودانګل او لكه څنګه چې په دې آيتونو پسې راځي، هغه يې د وژنې له خطرناكې دسيسې وژغوره. په رواياتو او د مفسرينو په خبرو كې یې، په اړه ډېرې ځانګړنې راغلي؛ لكه ځينو ويلي، چې نوموړی د فرعون د تره يا توړۍ (خاله) زوى و او د ((آل عمران)) تعبير يې پر همدې مانا شاهد بللى؛ ځكه معمولاً دا تعبير خپلوانو ته كارولېږي؛ كه څه دوستانو او شاوخوا ته هم ويل كېږي. ځينو روایت كړى،چې هغه د فرعون د زېرمو زېرموال و. له پېغمبر (ص) په يو روايت كې لولو: [ د سترو الهي پېغمبرانو ړومبي تصديقوونكي درې تنه ول: ((حبيب نجار)) يا د آل يس مؤمن؛ هماغه، چې د (انطاكيه) خلكو ته يې وويل: ((د الهي استازيو لاروي خپله كړئ. ورپسې ولاړ شئ، چې بدله درڅخه نه غواړي)) او ((حزقيل)) يا د آل فرعون مؤمن او علي بن ابى طالب او دى تر ټولو غوره دى.] (نمونه، 20: 87 مخ.)

وَلَقَدْ جَاءَكُمْ يُوسُفُ مِنْ قَبْلُ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا زِلْتُمْ فِي شَكٍّ مِمَّا جَاءَكُمْ بِهِ حَتَّى إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَنْ يَبْعَثَ اللَّهُ مِنْ بَعْدِهِ رَسُولًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُرْتَابٌ ﴿۳۴﴾ = او په يقين تردې مخكې يوسف له ښکاره دلايلو سره درغلى و؛ خو څه یې چې دروړي وو، په اړه يې شكمن وئ، تردې چې ومړ (؛ نو) تاسې ويل: ((الله به هېڅکله په هغه پسې كوم بل استازى را و نه لېږي!)) او په دې توګه الله پوله ماتى [او] بدګومانه شكمن بېلارې كوي؛))

 34_ هغه پېغمبر، چې تر موسى (ع) وړاندې فرعونيانو ته ورغلى و: د آل فرعون مؤمن د فرعون د ټبر او د فرعونيانو په زړونو كې د ورننووتو او له زړونو يې د ښاڅمنۍ – كبر او كفر د دوړو د څنډلو لپاره د خپل تاريخ يوه برخه ورياده كړه؛ هغه تاريخ، چې دومره واټن یې ترې نه درلود، اړيكې او تړاوونه يې شلېدلي نه ول. د يوسف (ع) د نبوت پېښه يې ورڅرګنده كړه، چې د موسى (ع) له نیكونو ځنې و. د يوسف (ع) له بلنې سره يې د هغوى چلن اوڅار كړ او ويې ويل، چې د يوسف (ع) تر وفات روسته یې د ځانمتوب د غځېدا په پار سرسختي او ځېل وكړ او همېش شكمن ول او ددې لپاره، چې له هر ډول مكلفيته خلاص شي، ويې ويل، چې په يوسف (ع) پسې به بل پېغمبر رانشي. (نمونه، 20: 97 مخ.) له ځينو رواياتو ګټنه كېږي، چې يوسف(ع) د مړينې پر مهال بني اسرائيل خبر كړل، چې تر ده روسته به د فرعونيانو په ولكه كې راښكېل شي او د زامنو سرونه به يې ورپرې كړي او نجونې به يې مينزې كړي او ژمنه يې وكړه، چې له زامنو به يې د ((موسى بن عمران)) په نامه يو تن پېغمبر شي او د فرعونيانو واكمني به وځپي او بني اسرائيل به وژغوري. له همدې لامله بني اسرائيل دغسې ورځې ته سترګې پر لار ول او فرعونيان، چې له دې موضوع خبر ول، سخت د موسى (ع) له راښكاره كېدو ترهېدل. په هر حال، خلكو موسى (ع) په هغه پېر كې پېژانده. (اطيب البيان، 11: 375 مخ.)

وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُونِ أَهْدِكُمْ سَبِيلَ الرَّشَادِ ﴿۳۸﴾ = او هغه ایمانوال وويل: (( (زما) قومه! راپسې راشئ، چې سمه (د کمال او د ودې) لار دروښيم .

38_ رښتوني او دروغجن لارښووان : په 29 آيت كې مو ولوستل، چې فرعون د آل فرعون مؤمن خبره پرې كړه او ويې ويل: ((زه يوازې هغه ((مصلحت)) درښيم، چې وينم یې او بې له سمې لارې بله نه درښيم)). هو! دا د تاريخ په اوږدو كې د ټولو ظالمانو حال اوروي، چې تل یې خپل نظر ته سم نظر وايه او د خپلې ګروهې پر وړاندې يې بل ته د نظر څرګندولو اجازه نه وركوله، په انګېرنه يې، پخپله يومخې عقلمن ول او نور مطلق بې عقله او ناپوهان، چې دا خورا ناپوهي او حماقت دى. (نمونه، 20: 86 مخ.) دا آيت وايي، چې د آل فرعون مؤمن د فرعون د خبرې مقابله وكړه او دروغ يې وګڼله او ويې ويل: ((راپسې راشئ، چې سمه (او د ودې) لار دروښيم)) او د غونډې برخوال يې پوه كړل، چې د فرعون په چلي خبرو و نه غولېږئ، چې كړلارې یې په ماتې او بدمرغۍ پاى مومي. لار دا ده، چې وايم یې؛ د تقوا، توحيد، الله نمانځنې او په پېغمبر پسې د ورتلو لار. (نمونه، 20: 106 مخ.)

مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۴۰﴾ = څوك چې بد كار وكړي؛ نو د خپلو كړنو هومره بدله وركول كېږي او څوك چې نېكې چارې وكړي؛ كه نارينه وي که ښځينه؛ خو چې ايمان ولري؛ نو همدوی جنت ته ورننوځي (او) هلته بې حسابه ((روزي)) ورکول کېږي.

 40_ د نر او ښځې برابري: بېشكه ښځه او نر له جسمي او روحي پلوه توپيرونه لري؛ نو ځكه د ټوليزو منصبونو په لاس ته راوړو كې توپير لري. او له آره هر چار د يو چا له وسې پوره وي؛ خو دا هر يو پردې دليل نه دى، چې د نر او ښځو انساني وګړه – شخصیت سره توپير لري يا يې د الله  پر وړاندې مقام لاندې باندې دى. او له دې اړخ دواړه پوره يو شان دي او په همدې دليل د دواړو پر وګړې او مانيز مقام يوازې د ايمان او صالحو كړنو كچه واكمنه ده، چې د بنيادم د دواړو جنسونو (نر او ښځې) د لاسرسي شونتيا ورته يو رنګ ده. دې آيت په ډاګه دا حقيقت رابرسېره كړى او د هغو ډنډورچيانو خوله وربندوي، چې په تېر يا اوس كې د ښځې د انساني وګړې په هكله شكمن ول يا د نارينه له انساني مقامه په ټيټ مقام ورته قايل وو. همدا راز په دې مهمې ټولنيزې موضوع كې د اسلام سول- منطق په ډاګه كوي او جوتوي، چې د لنډ اندو د انګېرنو پر خلاف، د اسلام دين د نارينه وو دين نه دى او څومره چې په نارينه وو پورې اړوند دى، په ښځينه و پورې هم دى. دواړه كه له ايماني انګېرو مرسته واخلي، په يوه كچه به سپېڅلى ژوند ولري او دواړه د الله  په درشل كې له يو ډول ثوابه برخمنېږي او ټولنيز موقعيت به يې هم يو د بل په څېر وي؛ خو داچې په ايمان او صالح عمل كې يو پر بل لوړاوى ولري. (نمونه، 11: 391 مخ.)

فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ ﴿۴۴﴾ = چې (اوس) درته څه وايم؛ نو ژر به درياد شي! او چار مې الله ته ورسپارم؛ ځكه الله د خپلو بندګانو د حالاتو لیدونکی دی.))

 44_ الله  ته د چار ورسپارل: پر الله  توكل او د خپل چار د ورسپارلو د اهميت په باب همدا بس، چې له علي (ك) په يو روايت كې راغلي: (( ايمان څلور اركان لري: پر الله  توكل، د خپل چار ورسپارنه، پر الهي قضا راضي كېدنه او د الله  حكم ته غاړه ايښوونه.)) امام صادق (رح) ويلي: ((چې څوك خپل چار الله  ته ورپرېږدي، په ابدي سوكالۍ او تلپاتې بركتي ژوند كې دى او چې څوك په رښتيا خپل چار الله  ته ورپرېږدي، تر دې اوچت دى، چې د غير الله په باب سوچ او غور وكړي))؛ البته الله  ته د چار ورسپارلو مانا دا نه ده، چې انسان له هڅو لاس واخلي؛ بلكې په دې مانا ده، چې خپله وسه دې پوره وكاروي او چې د الله له سختو خنډونو سره مخ شو، و نه ډار شي او زړه ماتی نشي؛ بلكې خپل چار الله  ته وروسپاري او په ټينګ هوډ خپلو هڅو ته دوام وركړي. (نمونه، 20: 117 مخ)

فَوَقَاهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا وَحَاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ ﴿۴۵﴾  = الله نوموړی (مؤمن سړى) د دوى له ناوړو دسيسو وساته او فرعونيان پخپله په ډېر((بد عذاب)) كې راګېر شول .

  45_ د آل فرعون مؤمن پايله: د ((سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا)) تعبير راښيي، چې د آل فرعون مؤمن ته يې ډول ډول دسيسې جوړې كړې؛ خو قرآن څرګندې كړې نه دي. طبعاً ډول ډول سزاوې، ربړونې او په پاى كې وژنه او په دار ځړول و، چې الهي لورنې دا ټولې خنثى كړي دي. په ځينو تفاسيرو كې راغلي، چې ځان یې په مناسب وخت كې موسى (ع) ته ورورساوه او له بن اسرائيلو سره له سينده تېر شو. همدغسې ويل شوي: فرعونيانو یې چې د وژنې هوډ ونیو، غره ته وتښتېد او پټ شو؛ البته دا دواړه خبرې يو له بل سره په ټكر كې نه دي او شونې ده، چې ړومبى له ښاره دباندې پټ شوى وي، چې روسته له بني اسرائيلو سره يوځاى شي. همداراز شونې ده، چې د فرعونيانو د دسيسې يوه برخه دا وه، چې پر بوتپالنې يې وساتي او د توحيد له ليكې يې واړوي، چې الله  هم له دې بچ كړ او د ايمان، توحيد او تقوا په بهير كې يې ټينګ وساته. (نمونه، 20: 113 مخ)

النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ ﴿۴۶﴾ = (عذاب یې) اور دى، چې هر سهار او ماښام ور وړاندې كېږي، پر كومه ورځ، چې ساعت (قيامت) جوړ شي (؛ نو غږ به وشي : ) ((فرعونيان ډېر ((سخت عذاب)) ته ورننباسئ!))

 46_ د برزخي نړۍ په جوتولو كې يو بل آيت: يو له هغو آيتونو ځنې، چې د برزخي نړۍ شتون راښيي، همدا آيت دى. تر دې آيت لاندې له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې لولو: ((دا آيت، چې د كوم عذاب په باب خبره كوي، په دنيا او د قيامت ورځې تر رارسېدو مخكې دى؛ ځكه د قيامت اور، ګهيځ او ماښام نلري. كه په قيامت كې يوازې ګهيځ او ماښام په عذاب شي، ددې دواړو [دنيا او آخرت] ترمنځ به له نېكمرغانو ځنې وي. داسې نه ده. دا تر قيامت وړاندې په برزخ پورې اړوند دى. ايا د الله  خبره دې اورېدلې نه ده، چې وايي: [پر كومه ورځ، چې قيامت شي وايي: فرعونيان ډېر سخت عذاب ته ورننباسي] )) (نمونه، 20: 118 مخ.)

إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ ﴿۵۱﴾ = په حقيقت كې موږ له خپلو استازيو او مؤمنانو سره هرومرو (هم) په دنيوي ژوند كې مرسته كوو او(هم) پر هغه ورځ، چې شاهدان ودرېږي.

51_ د پېغمبرانو او مؤمنانو مرسته: دا آيت د الله  پرېكنده دود او سنت ته اشاره لري او هغه (( په دنيا او آخرت كې له پېغمبرانو او مؤمنانو د الله  ملاتړ)) دى؛ داسې ملاتړ، چې ډول ډول برياوې را اخلي؛ په سول – منطق او وينا كې بريا، په جګړو كې بريا، پر ناباندیو- مخالفانو د الهي عذاب ورلېږدل او پوپنا كول يې او غيبي مرستې، چې زړه غړیالی – غښتلى او روح پياوړى كوي؛ دلته دا پوښتنه كېږي، چې ولې يو شمېر پېغمبران او مؤمنان، كافرانو وژلي او تېرى پرې شوى دى؟ ځواب يې يو ټكي ته په پاملرنې څرګندېږي؛ د بريا د مفهوم په ارزونه كې، د ډېرى خلكو د سنجونې كچه، ډېره تنګه او محدوده ده. بريا يوازې په دې كې بولي، چې انسان دښمن پر شا وتمبوي او څو ورځې حكومت وكړي (نمونه، 20: 127 مخ)؛ خو د الله  ژمنه تر دې هاخوا يو څيز دى. د الهي ژمنې مانا داده، چې پېغمبران د خپلې بلنې د جوتولو لپاره په دليل او منطق كې (په معجزو او…) ملاتړي شي؛ ځكه پر حق دي او حق ناماتى دى او له خپلو دښمنانو سره په مبارزه كې به مرسته ورسره وشي؛ په ظاهري بريا يا په كسات؛ لكه چې الله  د يوسف سورت په 110 آيت كې واي:[ ( پېغمبرانوخپلې بلنې ته او همداراز دښمنانو خپل مخالفت ته دوام وركړ) تردې چې پېغمبران نهيلي شول او(خلكو) ګومان وكړ، چې دروغ ورته ويل شوي،په دې وخت كې پېغمبرانو ته زموږ مرسته ورسېده، هغوى ته چې زموږ خوښه شوه؛ نو و مو ژغورل؛ خو له مجرمانو زموږ د عذاب  مخه نشي اړول کېداى .] )) همدغسې په آخرت كې به يې هم ملاتړ وشي؛ لكه چې د تحريم سورت په 8 آيت كې لولو:[ مؤمنانو! الله  ته (ټينګه په اخلاص او) د زړه له کومې توبه وكاږئ،هيله ده (په دې كار) مو پالونكى ستاسې ګناهونه ورژوي او (جنتي) بڼونو ته مو ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي،پر هغه ورځ الله  (خپل) پېغمبر او هغوى چې پرې ايمان راوړى،نه خواروي؛ رڼا به يې په مخ او ښې اړخونو کې ځغلي (او) وايي (به): (( پالونكيه! رڼا مو راپوره كړه او موږ وبښه! (ځكه) چې ته د هر څه وس لرې.))]  البته مؤمنان هم د خپلو مشرانو؛ يعنې پېغمبرانو په څېر، د الله  له لوري ملاتړ كېږي؛ لكه چې د آل عمران په 139 آيت كې لولو:[ اوكه مؤمنان ياست، ناغېړي مه کوئ او مه غمجنېږئ او همدا تاسې لاسبري ياست.] البته له پېغمبرانو او مؤمنانو سره مرسته يو ټولیز حكم دى، چې په يو مطلب پورې تړلى دى؛ داچې پېغمبران داسې بندګان دي، چې الله  رالېږلي او مؤمنان د الله  پوځيان دي او په حكم يې عمل كړى او په لار كې يې جهاد كوي، تردې چې پر همدې دود پاتې شي؛ نو مرسته ورسره كېږي او بریمنېږي؛ خو كه له ايمانه يوازې نامه او له الله  او پېغمبرانو سره تړاو يوازې تشې خبرې وي؛ نو نه ښايي انسان د الله  له لوري مرستې ته هيلمن وي. (الميزان، 17: 177 مخ.)

فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ ﴿۵۵﴾ = نو (پېغمبره!) صبر وكړه، چې د الله ژمنه رښتينې ده او د ګناه (د خپلو چارو د پایلو لپاره) دې بښنه وغواړه او هرسهار وماښام د خپل پالونكي ثنا او پاكي وايه.

55_ د بښنې غوښتل: په ډاګه ده، چې پېغمبراکرم (ص) د عصمت او پاكلمنتوب د مقام په پار پر ګناه نه اخته كېږي؛ خو په قرآن مجيد كې د اسلام د پېغمبر (ص) او نورو الهي پيغمبرانو په باب ددې ډول تعبيراتو كارونه، نسبي ګناهونو ته اشاره ده؛ ځكه كله د عادي وګړيو ځينې كړنې، چې عبادت او حسنات شمېرل كېږي؛ خو د سترو پيغمبرانو په باب ګناه ګڼل كېږي، يوه شېبه غفلت او ان يو ((ترك اولى)) ورسره نه ښايي او دوى د خپل اوچت مقام او د معرفت او پوهاوي د لوړې كچې په پار بايد له دې ټولو چارو خوندي وي او كه كله دغسې پرېښوونه ترې وشي؛ نو بښنه دې وغواړي. (نمونه، 20: 134 مخ) همداراز ويل شوي، چې د پېغمبر له ګناه مطلب، د امت ګناه يې ده او الله ، پېغمبراكرم ته د امت د ګناهګارانو د شفاعت اجازه وركړې؛ نو ځكه د آيت مانا داسې كېږي د خپل امت ګناهګارانو ته دې بښنه وغواړي او شفاعت يې وكړه. (الميزان، 17: 340 مخ.)

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ ﴿۶۰﴾ = او پالونكي مو وويل: ((ما دروبولئ، چې (دعا) مو قبوله كړم، په رښتینه كې هغوى چې زما له نمانځنې سرغړونه کوي (؛ نو) ژر به په خوارۍ او سپكاوۍ دوزخ ته ورننوځي!))  

 60_ ومې بلئ، چې د عا مو قبوله كړم: له دې آيته څو ټكي ګټنه كېږي: 1_ د الله  د خپلو بندګانو دعا ښه ايسي او پخپله يې غواړي، چې ويې بلئ. 2_ تر دعاء روسته، د قبلېدو ژمنه وركړل شوې؛ خو پوهېږو، چې دا يوه مشروطه ژمنه ده او نه مطلق. هغه دعاء قبلېږي، چې په دعاء، دعاء كوونكي او چې څه غواړي، لازم شرايط پكې راټول شوي وي. 3_ پخپله دعاء يو ډول عبادت دى؛ ځكه تر آيت لاندې عبادت ورته ويل شوى دى. په يو روايت كې لولو، يو يار يې امام صادق (رح) وپوښت: د هغو دوو تنو په هكله څه ویاست، چې جومات ته ورننووتل، يو ډېر لمونځ وكړ او بل ډېره دعاء؛ كوم يو يې غوره دى؟ ويې ويل: ((دواړه ښه دي)) ويې ويل: پوهېږم؛ خو كوم يو غوره دى؟ امام وويل: ((هغه غوره دى، چې ډېره دعاء وكړي، ايا د متعال الله  خبره دې اورېدلې نه ده، چې وايي: [ومې بلئ، چې دعا مو قبوله كړم] هو! دعاء، ستر عبادت دی.)) له امام باقر(رح) نه په يو روايت كې راغلي: ((د الله  په نزد تردې غوره نشته، چې څه ورسره دي، ترې وغوښتل شي او د الله  هغه ډېر بد ايسي، چې په عبادت كې كبر وكړي او څه چې له الله  سره دي، و يې نه غواړي.)) دلته شونې ده،چې دا پوښتنه اوڅار شي، چې ولې ځينې دعاوې نه قبلېږي. په ځواب كې يې ويلي، چې دا چار ډول ډول علتونه لري؛ لكه په تنګسه كې راګېر، له كار او هڅې لاس واخلي او په دعا يې لاس پورې كړى وي، چې الله  یې ستونزه هواره كړي، چې بېشكه په دې حال كې به يې دعا قبوله نشي؛ يا داچې انسان داسې دعا وكړي، چې په خير يې نه وي؛ لكه كله يو ناروغ يا كوچنی خواړه غوړي، كه غوښتنه يې پوره شي ناروغي يې زياتېږي او ان ژوند يې په خطر كې وي. لوراند الله  په دغسې ځايونو كې په ظاهر كې دعا نه قبلوي او آخرت ته يې ورزېرموي. په دې باب له امام صادق (رح) نه يو روايت شوى: ((… چې څوك الله  رابولي، دعا يې قبلوي؛ البته د ظالم دعاء پخپله همده ته ورګرځي، تردې چې توبه وكاږي؛ خو هغه تن، چې دعاء يې د قبلېدو وړ ده، چې دعاء وكړي، الله  يې دعاء  قبلوي او كړاوونه يې له داسې ځايه ورلرې كوي، چې نه پوهېږي؛ يا داچې د اړتيا ورځې ته يې پرېمانه بدله په دغسې بدلې ورزېرموي او كه د بنده غوښتنه ورته ښه نه وي، له قبلولو يې ډډه كوي)). (نمونه، ۲۰ ټ/ ۱۴۶ مخ)

اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ قَرَارًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَتَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۶۴﴾ = الله هغه ذات دى، چې ځمكه یې د امن، ارامۍ او تمېدو ځاى درګرځولی او اسمان يې چت، او انځور يې كړئ؛ نو ډېر ښكلي يې انځور كړئ او له پاکو څيزونو يې روزي درکړه (؛ نو) همدغه الله مو پالونکى دى؛ نو له خيره ډک او پايند دى هغه الله، چې نړۍ پال دى.  

 64_ ښكلى يې انځور كړې: په لومړۍ كتنه كې، پر نورو ژویو او څارويو د انسان د ظاهري جوړښت امتياز او ځانګړنه څرګنده ده: موزون قامت، ښكلې او په زړه پورې بڼه، په نهايت پېینه – نظم او ټينګښت. همدا ځانګړى جوړښت ورته شونتيا وركوې، چې په ډول ډول چارو، ظريفو او درونو صنايعو لاس پورې كړي او د ډول ډول غړيو په درلودو سوکاله او اسانه ژوند وكړي او د ژوند له نعمتونو ګټه واخلي. انسان د غالب څارويو پر خلاف (چې په خوله خوراك څښاك كوي) په خپل لاس په ځيرنه او ظرافت خوراك څښاك را اخلي او په خوله كوي او دا د پاكو خوړو په ټاكنه كې پرېمانه لاسنيوی كوي، مېوې په اسانۍ سپينوي او هغه برخې ترې يوې خوا ته كوي، چې ګټنه ترې نه كېږي. ځينو مفسرانو، دلته بڼه، ظاهري او باطني دواړه ښوولې ده او هغه ډول ډول استعدادونو او ذوقونو ته اشاره بولي، چې الله  په بنيادم كې پنځولي او له دې اړخ يې پر نورو ساكښو غوراوى وركړى دى. (نمونه، ۲۰ټ/ ۱۵۹ مخ)

هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ يُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُونُوا شُيُوخًا وَمِنْكُمْ مَنْ يُتَوَفَّى مِنْ قَبْلُ وَلِتَبْلُغُوا أَجَلًا مُسَمًّى وَلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۶۷﴾ = دی (الله) هغه ذات دى، چې تاسې يې [لومړى] له خاورې پيدا كړئ، بيا له څاڅكي، بيا د وينې له (ځوړندې) بوټۍ، بيا مو (د مور له نسه) د ماشوم په بڼه راباسي، بيا (ژوند كوئ) چې د خپلې ودې بريد ته ورسئ، بيا (دوام وركوئ) چې زاړه شئ او (په دې ترڅ كې) له تاسې ځېنې كسان دي، چې (د کوچنیتوب، بلوغ او زړښت درې ګونو پړاوونو) ته تر وررسېدو مخكې مري او ددې لپاره (مو ساتي)، چې تاسې (د مرګ) تر ټاكلې نېټې ورسئ او ښايي له عقله کار واخلئ.

67_ يو شمېر انسانان دې پړاو ته له وررسېدو وړاندې مري: شونې ده، چې دا جمله زړښت ته له وررسېدو وړاندې اشاره وي يا د انسان د پنځون ټولو پړاوونو ته اشاره وي؛ يعنې د ژوند هر يو پړاو (وړكتوب، ځواني او يا زړښت) ته له ورسېدو وړاندې د مرګ شونتيا شته. دا ټكى هم پاموړ دى، چې دا ټول پړاوونه په ((ثم)) يو له بله عطف شوي، چې له واټن سره مل د ترتيب نښه ده، بې له روستي پړاوه؛ يعنې د ژوند پاى ته رسېدل، چې په ((و)) عطف شوى دى. شونې ده، چې د تعبير توپير په دې پار وي، چې همېش د عمر پاى ته رسېدل به تر زړښت روسته نه وي؛ ځكه ډېر ځوانان مري او ان يو يې هم زړښت ته نه رسي يا ان ځينې ځوانۍ ته له وررسېدو وړاندې مري؛ نو ځكه ډېر لازم دي، چې انسانان (په تېره ژڼي- ځوانان) د خپل عمر له پانګې ښه كار واخلي؛ ځكه دا يې ستره انساني پانګه ده او د لاسه وتو د وخت په اړه يې هېڅ معلومات نه لري. (نمونه، 20: 167 مخ) له رسول اكرم (ص) نه په يوه روايت كې لولو: ((الله ، يوه پرښته پنځولې، چې هره شپه راكېوځي او غږ كوي: اى شل كلونو! هڅه وكړئ، اى دېرش كلونو! هسې نه د دنيا ژوند مو تېر باسي، اى څلوېښت كلونو! د خپل پالوونكي ليده كاتو ته مو څه چمتو كړي دي. اى پنځوس كلونو! ډاروونكى درغى، اى شپېته كلونو! يوه كرنه ياست، چې د لو وخت يې رانژدې شوى دى، اى اويا كلونو! تاسې بولي؛ نو قبوله یې كړئ، اى اتيا كلونو! قيامت تاسې ته دى او غافل ياست. بيا وايي: كه ركوع كوونكي بندګان، عاجز نارينه، تیخور ماشومان او د څړڅاروي نه وای؛ نو بېشكه سخت عذاب درتله)). (ارشاد القلوب، 1: 32 مخ)

مِنْ دُونِ اللَّهِ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا بَلْ لَمْ نَكُنْ نَدْعُو مِنْ قَبْلُ شَيْئًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ الْكَافِرِينَ ﴿۷۴﴾ = هماغه معبودان، چې د الله پر ځاى مو نمانځل ؟!)) وايي: ((رانه ورك شول؛ بلكې (اوس پوه شوي يو، چې) پخوا مو نمانځوړ کوم څيز نه نمانځه)) په دې توګه الله كافران په بېلارۍ كې پرېږدي.

 74_ دروغجن معبودان؛ بې ګټې نمانځي: بېشكه لكه چې په نورو آيتونو كې هم راغلي، دروغجن معبودان په جهنم كې دي او لرې نه ده، چې له خپلو نمانځونكيو سره وي؛ خو په دې پار، چې هېڅ ونډه او اغېز نه لري؛ ته وا ورك او ترى تم شوي دي. بيا كافران ويني، چې د بوتانو پر نمانځنې یې منښته پر تنديو يې د ننګ تور داغ دى؛ نو منكرېږي او وايي: ((موږ له دې وړاندې دا څيزونه نمانځلي نه دي)) دا خو يوازې اوهام او خيالات ول، چې موږ واقعيت ګڼل او نن راته په ډاګه شوه، چې دوى بې مسما نامې او بې مانا او بې مفهوم الفاظ ول، چې نمانځنه یې تش بېلارېتوب او چټيات ول؛ نو ځكه دوى يو نانټی واقعيت څرګندوي. د آيت په تفسير كې يو بل احتمال هم شته، چې دوى ځكه دروغ وايي، چې ځان له رسوايۍ بچ كړي؛ لكه چې د انعام سورت له (22 تر 24) آيتونو كې لولو:[ او(درياده كړه) هغه ورځ چې موږ دوى راټول كړو، بيا مشركانو ته ووايو: ((چېرې دي ستاسې هغه معبودان، چې له الله  سره مو سيالان ګڼل ؟)) (ولې مو مرستې ته نه رادانګي) بيا به یې ځواب او عذر يوازې دا وي : (( پر هغه الله  قسم، چې زموږ پالونكى دى، موږ خو مشركان نه وو!)) وګوره چې څرنګه  پرخپلو ځانو ( هم) دروغ تپي او څه یې چې په دروغو د الله  سيالان ګڼل،ترې ورک شول!]. (نمونه، 20: 174 مخ.)

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِنْ قَبْلِكَ مِنْهُمْ مَنْ قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُمْ مَنْ لَمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ فَإِذَا جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُونَ ﴿۷۸﴾ = او په يقين تر تا مخكې مو استازي لېږلي وو، د ځينو قيصې مو درته كړي او د ځينو نه او د يوه استازي هم دا حق نه و، چې بې د الله له اجازې کومه معجزه راوړي؛ نو چې د الله حكم راشي (؛ نو) په حقه به پرېكړه وشي او هلته به باطل اندي زيان وکړي.

78_ د الهي پېغمبرانو شمېر: ډېرى مفسرانو، ددې آيت په تناسب، د الهي پېغمبرانو د شمېر په باب يوه ويينه اوڅار كړې او ډول ډول روايات يې روايت كړي. له پېغمبراكرم (ص) او امامانو د ګڼ شمېر رواياتو له مخې، د الهي پېغمبرانو شمېر 124 زره تنه دي. له امام رضا (رح) نه په يوه حديث كې راغلي، چې پېغمبر (ص) وويل: ((عزوجل الله  124 زره تنه پېغمبران پيدا كړل، چې زه تر ټولو الله  ته ګران يم؛ په عين حال كې وياړ نه كوم او الله  124 زره تنه وصيان پيدا كړل، چې الله  ته تر ټولو علي ګران او غوره دى.)) له پېغمبر(ص) نه په يو بل حديث كې د 124 زره شمېرې روسته لولو: (( پينځه تنه يې الوالعزم ول: نوح، ابراهيم، موسى، عيسى او محمد)) (عليهم السلام). (نمونه، 20: 183 مخ)

78_ باطل پالي به زيانمن شي: په يو روايت كې لولو، چې د مدينې په ښار كې يو ((ټوكي)) و، چې خلك یې خندول او كله يې ويل،چې دې سړي (منظور څلورم امام) ستړى كړى يم؛ تر اوسه مې خندولی نه دی. يوه ورځ امام تېرېده، ټوكي ورمخې ته شو او د امام چپن يې له اوږو راپورته كړه او ولاړ. امام څه توجه و نه كړه. ملګري یې ورپسې ورغلل او چپن يې ترې واخسته او د امام پر اوږو يې واچوله. امام وويل: ((دا څوك و؟)) وويل شول: يو ټوكي دى، چې مدينه مېشتي خندوي. امام وويل، ورته ووياست: ((الله  يوه ورځ لري، چې باطل پالي به پكې زيانمنېږي)). (نمونه، 20: 182 مخ)

فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۸۳﴾ = چې استازيو يې څرګند دلايل وروړل؛ نو پخپله پوهه يې وياړل (او بې له ده يې نور هېڅ ګڼل)؛ خو په هماغه څه (عذاب) كې راګېر شول، چې ملنډې یې ورپورې وهلې.

83_ په پوهې مغروران: ددې سورت ګڼ شمېر آيتونه، د ډېرى خلكو د بدلامۍ – انحراف او بدمرغۍ آريزه سرچينه كبر او لويي معرفي كړې ده؛ هغه لويي، چې كله د مالي شونتياوو له شتونه يا د وګړيو له ډېرښت او پوځي ځواكه راولاړېږي او كله د لږ شانته پوهې درلودل، چې پرېمانه یې ګني. ددې مطلب ژوندۍ بېلګه په خپل پېر او تر علمي او رغاویز- صنعتي برياوو روسته په توکیزو پرمختللو ټولنو كې وينو. پوهېږو دين ته په شا كولو او الحادي ښوونځيو ته په مخه كولو كې يو اغېزمن دليل یو همدا علمي لويي ده، چې په روستيو پېړيو كې د طبيعي علومو يو شمېر پوهانو ته ورپيدا شوې ده. د طبيعت د خوالو په راسپړلو او د پوهې د دريڅې په موندلو دومره مست او مغرور شول، چې ويې انګېرل، په نړۍ كې يوازې هغه څيزونه شتون لري، چې دوى پوهېږي او داچې الله  يې په خپلو ازمېښتونونو كې په سترګو و نه ليد، د نټې لار يې ونيوه. دا علمي لويي دومره پراخه شوه، چې دين او پر پېغمبرانو وحې يې د ناپوهۍ يا د بشر د ډار زېږنده وبلله او زياته يې كړه، چې د علم د غوړېدا پېر په رارسېدو نور دين ته څه اړتيا نشته؛ خو له ښه مرغه، چې دا مستي او لويي ډېره موده پاتې نشوه او نور لاملونه رادبره شول او پردې بې بنسټو انګېرنو يې د بطلان كرښه راښكوده. پرله پسې نړېوالې جګړې د ډول ډول اخلاقي او ټولنيزو مفسادو راښكاره كېدل، نادودې، وژنې، اروايیز رنځ او ډول ډول مالي او ناموسي تېريو وښووله، چې بشري علوم په يوازې ځان د نادودو مخه نيواى نشي او نه يې نيولې ده. بلخوا په علومو كې پرېمانه معماوې را پيدا شوې، چې انسان یې ځان له حلولو بېوسې وليد او پر وړاندې يې پراخې نړۍ راښكاره شوې او انسان يې ځان له پېژندو بېوسې وكوت؛ نو دا چارې لامل شوې، چې بشر بيا د پيغمبرانو ښوونو ته لاس وروغځوي او ګڼ شمېر بيا د وحې سيوري ته ورستانه شي او د پيغمبرانو په لارښوونو كې ددې مرګونې ناروغيو درملنه ولټوي. په دې ترڅ كې اسلام په ځانګړو، پرمخیوني او هر اړخيزو ښوونو نوى راښكاره شوى او د اصيل او رښتوني اسلام پېژندو ته خوځښتونه پيل شوي دي. هيله ده، مخكې تردې چې يو ځل بيا يو شمېر نړیوال په الهي قهر ككړ شي، دا ويښتيا سرتاسري شي او د لويي او كبر اغېزې وركې كړي. (نمونه، 20: 197 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!