تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د سږو د رنځوريو تشخیصي تکنیکونه لیکوال: الحاج پوهاند ډاکټر محمد ناصر شينواری (د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي پخوانی استاد)  ۱. د بلغمو کتنه: د سږو د ځینو رنځوريو په تشخیص کې د بلغمو د مقدار، بوی، رنګ، قوام ټاکنه او لابراتواري بکتریالوجیک او سایتولوجیکې کتنې ستر رول لري. عموماً […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د سږو د رنځوريو تشخیصي تکنیکونه

لیکوال: الحاج پوهاند ډاکټر محمد ناصر شينواری

(د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي پخوانی استاد) 

۱. د بلغمو کتنه:

د سږو د ځینو رنځوريو په تشخیص کې د بلغمو د مقدار، بوی، رنګ، قوام ټاکنه او لابراتواري بکتریالوجیک او سایتولوجیکې کتنې ستر رول لري.

عموماً د هغو بلغمو څخه چه د سهار لخوا د لومړي ځل لپاره د ټوخي پواسطه د تنفسي لارو د نسبتاً ژورو او لاندنیو برخو څخه راوځي او یا ۲۴-۴۸ ساعته روسته د برانکوسکوپي څخه باید په کافي اندازه بلغم لابراتوارته واستول شي.

د Pyogen بکتریاو د تثبیت کړنلار: –

۱. بلغم باید په تعقیم شوي[1] لوښي کې ټول شي.

۲. که د بلغمو په تېره که مقدار یې کم وي، ډېر ځنډ نشي؛ ځکه که مخکې د مایکروسکوپیکي کتنو څخه ډېر ځنډ شوی وي، ، ان مایکرواورګانزم پکې ډېرېږي او د حقیقي رنځ پیدا کونکې بکتریا پېژندل ناشونې کوي.

۳. هغه رنځوران چې په کوما کې وي، باید د تعقیم شوي سونډ[2] پواسطه یې د شزن یا توتکۍ څخه بلغم واخستل شي.

۴. باید د ګرام په اصولو رنګ شي.

۵. باید د ګرام تلوین په پوره غور سره د ځینو نورو ګرام مثبت او منفي مایکرواورګانزم لپاره د سلايد پر مخ وازمییل شي.

۶. باید په ډېر غور او ځیر د رنګ شوي سلايد پر مخ د متبارزو بکتریاوو شمېر او ډول وټاکل شي.

۷. په احتیاط دې د سلايد پر مخ د سپینو کرویاتو شمېر او ډول وکتل شي.

۸. رنځي مواد دې په وینه لرونکی آګار آګار زرعیه وسط باندې هره ورځ په روتین ډول وکرل شي او د بېلابېلو انتي بایوتیکو پر وړاندې دې یې حساسیت ټسټ شي.

 

د مایکوبکتریاوو یا فنګای د تثبیت لپاره باید لاندې ټکي مراعات شي: –

۱. په پاک بوتل کې بلغم راټول شي او سر یې پوره ټینګ وتړل شي. شرط نه دی چه بوتل دې تعقیم وي.

۲. په تېره که تقشح کم وي، باید ۱۲ تر ۲۴ ساعتو بلغم ټول شي. د فنګای د لټولو لپاره د سهار وختي بلغمو نمونې ته ترجیح ورکول کېږي.

۳. که چېرې رنځور کافي بلغم نه راباسي، د سهار له خوا معدې ته ټیوب داخل او د مالګینې مایعاتو پواسطه د معدې وینځل (Lavage) اجرا او د معدې څخه د راویستل شویو توکیو  څخه یو څه د اسیدوفاست باسيل[3] د زرع یا کښت لپاره په ډېره چټکتیا لابراتوار ته واستول شي؛ ځکه که ځنډ و شي، د معدې د تیزابو پواسطه مایکرواورګانزم له منځه ځي. د فنګای د لټولو لپاره د معدې لواژ یه مایع هومره ښه منبع نه ګڼل کېږي؛ ځکه د معدې څخه ایستل شویو توکیو  کې په کاذب ډول بېلابېل اسیدوفاست مثبت باسيلونه لیدل کېدای شي.

باید په ډېر ځیر سره د Ziehl Neelson په میتود هم بلغم تلوین شي او ډېر پام وشي، چې د Decolarize صفحه ډېره اوږده نشي؛ ځکه د مایکوبکتریوم توبرکلوز باسيل ډېر کوچنی(اوږدوالی ۱-۵ مایکرون او پېړوالی یې ۰، ۲- ۰، ۶ مایکرون) دی؛ نو هر سلايد باید په ډېر سیستماتیک ډول لږ تر لږه تر پینځلس دقیقو پورې تر مایکروسکوپ لاندې وکتل شي او هم بلغم په انتخابي زرعیه وسط کې وکرل شي.

د مایکوبکتریا د ودې وخت د دې بکتریاو د ګروپ او زرعیه وسط د نوع پورې اړه لري. د بیلګې په توګه: د آټیپیک مایکوبکتریاو څلورم ګروپ Rapid growing نسبت نورو ټولو ټیپیک او آټیپیک مایکوبکتریاو څخه په ډېره چټکتیا او لنډ وخت کې وده کوي.

د مایکوبکتریاوو انتخابي وسط د Lowen stein وسط دی، چې عموماً مایکوبکتریا په دې وسط باندې له دوو څخه تر شپږو اونیو په موده کې وده کوي او په Middle brooke وسط باندې د ۱۴ تر ۲۱ ورځو کې وده کولای شي.

خو که تر شپږو اونیو پورې، د مایکوبکتریا د ودې نښې نښانې و نه لیدل شي، منفي ګڼل کېږي؛ خو بیا هم باید کرل شوي توکیو  ته تر یوې نیمې میاشتې پورې نور انتظار هم وایستل شي.

همداراز د خبیثو حجرو د لټون لپاره باید بې له ځنډه د بلغمو نمونه په مساوي حجم د 95% الکولو سره یوځای په بوتل کې ټول شي او د لابراتواري تشخیص لپاره باید لږ تر لږه د بلغمو درې پرله پسې نمونې لابراتوار ته واستول شي او د یوه کارپوه پتالوجست لخوا وکتل شي. که چېرې انفکشن موجود وي؛ نو دا معاینه خورا ګرانه کېږي؛ ځکه نارمل حجرې هم د التهابي وتیرې پواسطه داسې مارفولوجیک بدلونونه مومي، چې د حقیقي خبیثو حجرو څخه یی پېژندل اسان کار نه دی.

باید د فنګای د تثبیت لپاره له ځانګړیو تکنیکو څخه کار واخستل شي او د Wright تلوین پواسطه هم رنګ شي.

څه وخت چې د سمیر[4] پر مخ فنګای ولیدل شي، په ډېر ځیر او دقت د یوه ماهر Mycologist لخوا یی باید تفریقي تشخیص اجرا شي.

Types of sputum

۲- د پوټکي تشخیصي ټسټونه

د سږو د رنځوريو د تشخیص لپاره یو شمېر د پوټکي آنټيجن موجود دي؛ لکه:

Tuberculin & Histoplasmin, Blastomycin – Coccidiodin

په عمومي ډول دا ټول آنټيجنونه یو ډول تطبيق او پایله یې یو شان لوستل کېږي، دلته یوازې د دوو ډېرو معمولو ټسټونو څخه د بېلګې په توګه یادونه کوو.

 

د هستوپلازمین ټسټ: –

لومړی باید د سټنډرډ آنټيجن څخه 0. 1CC د پوټکي په Derm کې زرق شي، تر ټاکلي وخت څخه روسته، که د زرق شوې برخې سوروالی او پړسوب پینځه میلي متره او یا ډېر وي، مثبت ګڼل کېږي.

 

ټوبرکولین ټست: –

روتین او ورځینې تشخیصي ټسټ دی. د بین البیني Strength PPD څخه 0. 1 CC د توبرکولین مایع په درم کې زرق کېږي او د رنځور په کارت کې باید د زرق وخت او ځای تثبیت شي، د زرق شوې برخې پړسوب باید په میلي متر ولوستل شي.

که له ۴۸ څخه تر ۷۲ ساعتو روسته د زرق شوې برخې پړسوب لس میلي متر او یا ډېر وي، مثبت او که له ۴۸ تر ۷۲ ساعته روسته د زرق شوې برخې پړسوب د پینځه میلي متره څخه کم وي، منفي بلل کېږي. په توبرکلوز اخته شویو ۹۰٪ رنځورانو کې د زرق شوې برخې پړسوب د ۱۰ میلي متر څخه ډېر وي او هم د فعال توبرکلوز په ۳۰٪ رنځورانو کې د توبرکولین ټسټ منفي کېدای شي.

که د زرق شوې برخې پړسوب د ۵ او ۱۰ میلي مترو په منځ کې وي، په لاندې ډول تعبیر کېږي:

۱. ممکن مخکې ورته BCG تطبيق شوی وي.

۲. عموماً ماشومان او واړه کوچنیان نسبتاً لږ غبرګون ښیي.

۳. ممکن په آټیپیک مایکو بکتریا ډول اخته وي.

عموماً د بین البینی Strenght PPD منفي ټسټ ښیي، چې وګړی د انساني مایکوبکتریا په تماس نه دی راغلی؛ خو تجارتي PPD هم بېلابېل درجه Reliability لري او کاذب منفي کېدای شي.

 

د کمپلمانت تثبیتونکی ټسټ: –

 که څه د کمپلمانت تثبیتونکي ټستونه د سږو د بېلابېلو رنځوريو په تشخیص کې مرسته کوي؛ خو یوازې د هستوپلازمین کمپلمانت تثبیتونکی ټسټ په ځینو لویو لابراتوارنو کې په روتین ډول کارېږي. د دې ټسټ د اجرا لپاره باید د توبرکولین ټسټ د تطبيق څخه مخکې وینه واخستل شي.

د ډېرو لخوا منل شوې ده، چې ۱: ۶۴ او لوړ تایتر د هیستوپلازماکاپسولاتم د فعال رنځ په شتون باندې دلالت کوي، چې په داسې پېښو کې شپږ یا اته اوونۍ روسته دا تایتر نسبتاً ټیټې سویې ته ښکته کېږي.

 

۳- برانکوسکوپي[5]:

برانکوسکوپي باید د یوه کارپوه شخص په واسطه په پوره پام او احتیاط سره اجرا شي. د دې عملې پواسطه ټول شزنی قصبي هوايي لارې د حنجرې څخه تر منځني قصباتو پورې تفتیش کېدای شي. په دواړو خواو کې د پورتني قص د قصبي پیل orifice لیدل نسبتاً ګران دي.

برانکوسکوپي کونکی د قصباتو د مخاطي غشا حالت او څرنګوالی، د کتلې او یا اندوتراخیل افت شتون او نشتوالي په هکله او دا چې کوم سګمنت ته هوا تللی شي او کوم ته نشي تللی، پوره معلومات اخستلای شي، همداراز د قصبي مخاطي غشاء یا د هغه کتلې څخه چه د قصباتو په منځ کې وي، بایوپسي یا نسجي ټوټه اخستلای شي.

همداراز په مستقیم ډول د ډوبو او مطلوبه سګمنتو څخه رنځي مواد د بکتریالوجیکو او سایتولوجیک کتنو لپاره د Aspiration پواسطه اخستلای شي.

Right B9a is stenotic and filled with stones caused by tuberculosis. The stone in this figure was yellowish and was extirpated by biopsy forceps. A small protrusion was observed at the bifurcation of B9a and B9b, where biopsy had been performed 2 weeks p

دا تشخیصي عمليه په هغو کسانو کې چې د لومړي فص یا لومړي سګمنت په کولاپس یا Atelectasis اخته وي مطلق استطباب لري.

یعنې څه وخت چې د رادیولوجیک او فزیکي معایناتو پواسطه د قصباتو بندوالی فکر کېده؛ نو برانکوسکوپي استطباب لري.

همداراز د شزن او قصباتو د تضیق او بندوالي او د هغوی د هوا تېرېدو او د افت د توقیع د تحقق لپاره استطباب لري.

همداراز د برانکوسکوپي پواسطه د سږو د رنځوريو د تشخیص لپاره د اسپریشن تر عمليې روسته د بکتریایي او سایتولوجیک کتنو لپاره د نسبتاً ژورو برخو څخه بلغم اختسل کېږي او د سږو د نزف یا وینې توییدنې په حال کې د وینې د راتللو ځای او د بلغمو د پیدا کېدو برخې د ټاکنې په هکله پوره معلومات ورکولای شي.

A patient undergoing flexible fiberoptic bronchoscopy

 

دا عمليه که چېرې د پوهو کسانو پواسطه اجرا شي، محفوظه عمليه ده؛ خو بیا هم په تېره په هغو کسانو کې چې د سږو ځنې پر مخ تللی رنځورۍ ولري، باید له بشپړ احتیاط څخه کار واخستل شي. د دې لپاره چې دا عمليه په اسانه اجرا شي. باید لږ څه مخکې رنځور د مسکنو[6] او آرام کونکی[7] درملو پواسطه چمتو شوی وي؛ خو تر برانکوسکوپي روسته، د دې ډول درملو تطبيق، د تنفس او ټوخي د انحطاط له لارې، په انی ډول د تنفسي عدم کفایې لامل کېدای شي.

Forceps biopsy of cancer, left main stem bronchus.

مضاد استطباب:

په هغو کسانو کې چې د ستون فقراتو د رقبی Cervical برخې رنځ او سؤ شکل موجود وي او یا د غاړې حرکت او سمېدل ګران وي او یا یې پاسني غاښونه اوږده وي او هم د لاندنۍ ژامې او یا د خولې یا حنجرې سؤ شکل موجود وي، برانکوسکوپي استطباب نلري؛ همداراز که د ابهر Aneurism موجود وي، د ترضیضي انشقاق د شونتیا له کبله او همداراز په لویو او فعال تنفسي نزفو کې برانکوسکوپي مضاد استطباب ګڼل کېږي.

 

۴- د سږو رادیولوجیک تشخیصي کتنې[8]

 د سږو رنځوريو په تشخیص او تداوي کې رادیولوجیکي کتنې ستر رول لوبوي؛ خو باید وویل شي، چې هېڅ یوه رادیولوجیکي کتنه په یوازې ډول د بشپړې تاریخچې او فزیکي کتنو ځای نشي نیولی.

 هر طبيب چې د رادیولوجیک کتنو د اجرا سپارښتنه کوي، باید پخپله د رادیولوجیک کتنو په تعبیر او د فلم په لوستو پوره وپوهېږي او د رادیولوجست څخه یوازې د مشورې توقع ولري.

د سینې د رنځوريو د تشخیص لپاره ډېر خیال ورکونکی رادیولوجیک تکنیکونه موجود دي، چې دلته یې په لنډو د څو پروسیجرو څخه چې په روتین ډول کارېږي یادونه کوو: –

 

الف- د سینې رادیوګرافي[9]: –

د سینې اکسری تقریباً د رادیولوجي دیپارتمنت په سلو کې د پنځوس څخه ډېر د کار حجم تشکیلوي او په ټولو هغو رنځورانو کې چې د سږو اعراض لري، استطباب لري. د سینې په ځینو رنځوريو کې رادیولوجیک افت ډېر واضح او وصفي وي؛ لکه په نوموتوراکس کې؛ خو په ډېرو نورو حالاتو کې باید د سینې د رادیوګرافيک ابنارملټۍ ته د سینې فزیکي کتنو سره سر ورکړل شي او هم باید تل پوره کلنیکي معلومات رادیولوجست ته ورکړل شي. په ځینو حالاتو کې د سینې رادیوګرافي د سږو د رنځوريو یواځېنی تظاهر وي، د بیلګې په ډول د سږو نوډول[10].

 

په ځینو نورو حالتو کې د سږو له ډېرو پر مختللو رنځوريو شتون سره سره، د سږو رادیوګرافي نارمله ښکارېږي؛ لکه Restrictive lung disease.

لاندې فکتورونه د سینې د رادیوګرافۍ د فلم په څرنګوالي[11] او د رنځور په تشخیص کې سترې اغېزې لري: –

الف: د اکسری اخستو پر مهال د رنځور وضعیت.

ب: د اکسری له ماشين څخه د رنځور واټن او لرېوالی.

ج: د اکسری اخستو پر مهال د رنځور ډوب شهیق[12] حالت.

د: د اکسرې اخستو پر مهال د رنځور وضعیتRotation یا خوځېدل.

همداراز د رنځور په سینه کې د اکسرې د BEAM مناسب جذب او ننووتل[13]؛ یعنې په ښه فلم کې باید د زړه د خیال شاته پوښتۍ[14] پوره واضح ولیدل شي.

د سینې د اکسری فلم باید تل په لاندې سیستماتیک ډول ولوستل شي: –

الف: هډوکي: – پښتۍ، د ملا د تیر فقرې.

ب: حجاب حاجز یا دیافراګم: – د ښي پلو حجاب حاحز پرده تل د کیڼ لوري حجاب حاجز څخه لږه جګه وي.

ج: منصف یا مېدیاستین: – شزن د ابهر قوس او د زړه حدود او جسامت.

د: د سږو ثرې[15]: – په ۹۷ ٪ پېښو کې چپ پلو ثره د ښي پلو څخه جګه وي.

ه: دواړه خوا سږي په مقایسوي ډول د پورتنیو برخو څخه لاندې پلو باید په غور او ترتیب سره وکتل شي او د سږو کثافت[16]، Atlectasis, Absent border sign, Extra pleural sign, Air Bronchogram او داسې نور په ډېر ځیر ولټول شي.

۲. د سنیې فلوروسکوپي[17]: – د دې تشخیصي تکنیک پوسیله د سینې د هغه بدلونونو په هکله چه د عمیق شهیق او ذفیر پرمهال پیدا کېږي، ګټور معلومات اخستل کېدای شي.

همداراز د دې میتود پواسطه کوم بدلون چې د رګونو او داخل الصدري کتلو پواسطه د سینې دننني فشار کې منځ ته راځي، معلومات حاصلېږي او هم ددې افراګم نارمل او غیر نارمل حرکات ټاکل کېدای شي.

 

۳. برانکو ګرافي Bronchography: –

په اوبو کې د آیوډین منحل مرکبات، په شزني قصبي سیستم کې داخل او پدې وسیله د تنفسي سیستم هوايي لارې د لېدو وړ کېدای شي.

دا تکتیک د قصباتو د داخلي افتونو او یا د قصباتو د بندوالي، تنګوالي او پراخوالي په هکله پوره معلومات ورکولای شي؛ خو په هغو کسانو کې چې د سږو په عدم کفایه اخته وي، د سیانوزیس او اسیدوزیس لاملېږي. په هغو کسانو کې چې له آیوډین سره حساس وي، باید د دې کتنې له اجرا څخه ډډه وشي.

 

۴. توموګرافي[18]:

Tomo په لاتین کې قطع کولو[19] ته وایي. په دې تکنیک کې د دې لپاره چې د سږو د افت او کثافت اصلي ژوروالی او موقعیت ښه تثبیت شي، په بېلابېلو معینو مسافو کې د سږو څو کلیشې یا فلمونه اخستل کېږي. پدې وختو کې د توموګرافي ډېره کمه سپارښتنه کېږي.

Positron emission tomography (PET) scan showing increased uptake in tumour.

 

۵. Computed tomography (CT):

په دې وختو کې د سینې توموګرافي د کمپیوتر پواسطه په معینو او برابرو مسافو او پېړوالي ډېرې رادیوګرافيک کلیشې اخستل کېږي او په منظم ډول، د سینې د افت موقعیت او کثافت (هډوکي، مېدیاستین، د سږو ساحې) ښوول کېدای شي.

د سینې CT یوازې د ځینو وصفي او مشکوکو ستونزو د توضیح او تفریقي تشخیص لپاره په لاندې حالاتو کې سپارښتنه کېږي: –

۱- په هغو رنځورانو کې چې د پښتورګو په کارسینوما، Melanoma او یا اوسټیوسارکوما باندې اخته وي د داخلې او جراحۍ درملنې د استطباب د ایښوولو په موخه او یا په سږو کې د nodule د شتون، د جسامت ټاکلو او توقیع لپاره، د سینې CT سپارښتنه کېږي. عموماً د سږو ټول هغه نودولونه چې له 5mm څخه واړه وي، سلیم فکر کېږي.

همداراز CT د سږو “Coin Lesion” د جسامت د بدلون او لوییدو د تعقیب لپاره کارېږي. عموماً هر Solitary pulmonary nodule چې د دوه کلو د مخه فلم په پرتله یی جسامت بدلون نه وي کړی؛ یعنې لوی شوی نه وي او مرکزي برخه کې یې تکلس یا Calcification موجود نه وي سلیم او غیر کانسري فکر کېږي.

د سږو CT د سږو د افت د طبعیت (د نکروزیس لرونکی، شحم یا fat او کهف Cavity) د پوهېدو لپاره سپارښتنه کېږي.

او هم CT د سږو د ثروHila او مېدیاستین د افتو د پتالوجۍ د څېړلو لپاره ډېرګټور پروسیجر فکر کېږي. په تېره د سږو د لومړني تومور او یا میتاستاتیک افت (د سږو کانسر، لمفوما) د پېژندو او تفریقي تشخیص لپاره سپارښتنه کېږي؛ خو سم او پرېکنده تشخیص یوازې په بایوپسي اخستو او نسجي کتنو ایښوول کېږي.

همداراز د سینې CT د پلورا او د سینې د جدار د افتو (Mesothelioma څخه د سږو میتاستاز) د سږو د پرانکیمایی رنځوريو(Pneumoconiosis) د هوايي لیارو د رنځورۍ (Bronchiectasis، تومور او برانکیولایتس) تفریقي تشخیص کې پوره مرسته کوي؛ خو د برانکوګرافۍ ځای نشي نیولای.

 

 

 

4Lung Scan: –

د سږو scan عموماً د Thromboembolism پېښو د تشخیص لپاره کارېږي. د سږو د رګونو او د وینې د دوران د جریان د مختل کېدو د پوهېدو لپاره perfusion Scan(P-Scan) اخستل کېږي، چې په دې تشخیصي پروسیجر کې Macro aggregated البومین چې د ۹۹ Technetium m په واسطه په نښه(یا Label) شوی وي، د پښو د وریدو له لارې زرق او تر سږو پورې یې د وینې جریان تعقیب او خیال یې اخستل کېږي.

Normal lung perfusion

 

 داچې د سږو د تهویه[20] مختل کېدل تثبیت شي، ځینې خیال ورکونکي مواد؛ لکه Xenon -133 رنځور ته د تنفس له لارې ورکول کېږي او په سږو کې یې خیال اخستل کېږي، چې دا Ventilation Scan یا V. Scan نومېږي.

د پلمونری امبولزم پېښو کې تل V-Scan نارمل او د P-Scan ابنارمل وي؛ یعنې د V-P Scan Mis Match موجود وي.

له بده مرغه که د ترومبوامبولزم وتیرې سره په تصادفي ډول د قصباتو تضیق Broncho constriction، د قصباتو احتقاني توسع، د سږو اذیما، نزف او احتشا موجود وي، د V-Scan هم ابنارمل کېدای شي.

نارمل P-Scan تل د سږو د تروبوامبولزم تشخیص ردوي. دا پوره څرګنده ده، چې د Galliam68 Citrate خیال ورکونکی رادیواکتیف مواد تل التهابي او نیوپلاستیک انساجو ته خاص لېوالتیا (affinity) لري. دا مواد د مشکوکو رنځورانو رګ کې زرق او ۷۲-۴۸ ساعته د زرق څخه روسته Scans اخستل کېږي، چې دا ډول Scan د سږو په منتشر او خپرو شویو رنځوريو؛ لکه د سږو ادیوپاتېک فایبروزس، سارکوییدوزس، د سږو دوایي تسمم او د Pneumocystis Carinii انفکشن په تشخیص کې ګټور معلومات ورکولای شي.

Normal lung ventilation with xenon-133. With the patient’s single full breath, inhaled radioxenon is evenly distributed to all lung areas, reaching the terminal airways and alveoli in the normal patient

 

7Pulmonary Angiogram: –

پلمونري انجیوګرام د سږو د وینې د رګونو د رونګنوګرافي څخه عبارت دی، چې په دې پروسیجر کې لومړی د رنځور په رګ کې خیال ورکونکی کثیف مواد زرق او بیا یې انځور اخستل کېږي.

پلمونري انجیوګرافي په تېره د سږو ترومبوامبولزم او د وریدي –شریاني فسټول[21] د تشخیص په تایيد او تردید کې ستر معلومات ورکوي او په ډېرو روغتونو کې له ابنارمل P-V Scan څخه روسته، یوازې ۲۰-۱۰٪ پېښو کې په لومړیو ۲۴ ساعتو کې یوازې د یو مجهز او روزل شوي ټیم پواسطه اجرا کېږي.

که څه د دې عمليې وفیات په سلو کې ۰، ۵ څخه کم دي؛ خو د زړه د مهمو اریتمیاوو د پیدا کېدو لامل کېدای شي.

CT pulmonary angiogram showing large embolus within the main pulmonary artery

 D-dimer and helical CT-PA based diagnostic algorithm for PE. CT-PA, CT pulmonary angiogram

 

8 Pulmonary Ultrasonography: –

د سږو التراسونوګرافي بې د زړه له رنځوريو د سینې په رنځوريو کې ډېر نه کارېږي او یوازې په سږو کې د مایع د تراکم د موقعیت په هکله یو څه معلومات ورکولای شي.

 

9 Magnetic Resonance Imaging (MRI)

 داچې د MRI پواسطه د سږو کوچني افتونه تثبیتېدای نشي او هم د سږو افتو کې د تکلس یا د کلسیم د شتون اټکل نشي کېدای. بلخوا د MRI پروسیجر ډېر ګرانبیه؛ یعنې د پینځه سوه څخه تر زرو ډالرو پورې تمامېږي او هم د نیم ساعت څخه تر یوه ساعته وخت نیسي؛ نو د سږو رنځوريو په تشخیص کې MRI ډېر نه کارېږي او د MRI څخه سږو CT ته ترجیح او لومړیت ورکول کېږي.

اوس MRI یوازې د سږو د کانسر د جراحۍ درمل څخه د مخه، رګونو ته د کانسر د میتاستازیس او خپرېدو او یا Spinal Canal ته د مېدیاستین د کتلو خپرېدو (چې ډېری عصبی منشا لري) او د تردید لپاره سپارښتنه کېږي.

 

۱۰- د سږو وظیفوي ټسټونه:

چه د تنفسي سیستم په فزیالوجۍ کې یې بحث و.

ځینې معمول او منل شوی مخففات یا (Abbrevation )

نوټ: دلته د نړۍ په سطح ځینې منل شوي مخففات يا (Abbrevation) وښودل شوی دی:

2,3-BPG 2,3-bisphosphoglycerate

DRG dorsal respiratory group

ERV expiration reserve volume

FEF25-75% forced expiratory flow between 25 and 75 percent of the forced vital capacity

F1O2 fractional concentration of inspired oxygen

FRC functional residual capacity

FVC forced vital capacity

HbA adult hemoglobin

Hbf fetal hemoglobin

[HCO3 ]p plasma bicarbonate

IC inspiratory capacity

IRV inspiratory reserve volume

MPAP mean pulmonary artery pressure

MLAP mean left atrial pressure

MVV maximum voluntary ventilation

MW molecular weight

PBF pulmonary blood flow

PEEP positive end-expiratory pressure

PEF peak expiratory flow

PVR pulmonary vascular resistance

RV residual volume

SVR systemic vascular resistance

TLC total lung capacity

VA alveolar ventilation

VA/QC or V/Q ventilation-perfusion ratio

VC vital capacity

VD/VT ration of dead space to tidal volume

VRG ventral respiratory group

VT  tidal volume

Vo2 oxygen consumption

VCO2 carbon dioxide production

[1] Sterile

[2] Endothracial catheter

[3] (AFB)

[4] Smear

[5] BRONCHOSCOPY

[6] Analgesic

[7] (Tranquilizer)

[8] Pulmonary Diagnostic Imaging:

[9] The chest x-ray

[10] Nodule

[11] quality

[12] inspiration

[13] Penetration

[14] (Rib)

[15] Pulmonary hila

[16] Density

[17] Fluoroscopy

[18] Tomography

[19] (Cutting)

[20] Ventilation

[21] (A-V- Fistula) Arterio-Venous Fistula

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست

    تعداد نظرات منتشر شده: 2
    1. نویسنده :زین الدین

      د اخله اساسات مو زیات په کار دي او که چیرته تاسو پتالوژی برخه کی معلومات شریک کوۍ مهربانی وکړۍ موږ هم درسره پکی اډ کړې

      1. نویسنده :ANDYAL

        سلامونه، ستاسې له پېغامه نړۍ مننه، دا تدریسي مواد د پوهاند صيب په پرېښه یا اجازه خپاره کړي دي، هڅه کوو، چې ستاسې غوښتل شوي مطالب هم را پیدا او د لیکوال په پرېښه یا اجازه یې خپاره کړو. عزتمن شئ