تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د متقیانو ځانګړنې حضرت علي (ک) وايي « اما الليل فصافون اقدامهم تالين لاجزاء القرآن يرتلونه ترتيلا. يحزنون به أنفسهم ويستثيرون  به دواء دائهم… خو شپه د قرآن په لوستو تېروي. ځان د قرآن په لوستو غمجنوي، او د خپلو دردونو درملنه ترې غواړي.» […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د متقیانو ځانګړنې

حضرت علي (ک) وايي

« اما الليل فصافون اقدامهم تالين لاجزاء القرآن يرتلونه ترتيلا. يحزنون به أنفسهم ويستثيرون  به دواء دائهم… خو شپه د قرآن په لوستو تېروي. ځان د قرآن په لوستو غمجنوي، او د خپلو دردونو درملنه ترې غواړي.»

د قرآن د لوستلو اهمیت او په اړه یې څو آیتونه

د قرآن لوستل د مسلمانانو په ټولنو کې تل یو دودیز سنت و او خورا یې ورپام و؛ خو باید ولیدل شي چې پخپله دا مساله موخه ده يا بلي موخې ته سريزه ده.

د قرآن تلاوت او لوست

په اسلامي معارفو کې د قرآن پر لوست ډېر ټينګار شوی دی؛ ځکه تفکر او تدبر ته لازمه سريزه ده. د قرآن لوست له الهي کلام سره د انسان د مينې لاملېږي او دا مينه په پېړيو پېړيو کې د آيتونو د ساتنې يوه غوره وجه وه. قرآن، پېغمبر(ص) د الهي آيتونو لوستو ته هڅوي او پېغمبر (ص) هم مسلمانان د آيتونو او سورتونو يادولو ته هڅوي:

وَقُرْآنًا فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَى مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنزِيلًا = (اسراء/۱۰۶) او موږ قرآن برخې برخې درباندې نازل كړ، چې په درنګ (او ارامۍ) یې خلكو ته ولولې او دا مو (سوکه سوکه) پوره نازل كړى دى.

د مزمل سورت په روستي آيت کې دوه ځل ټينګار کېږي، چې پېغمبر او مؤمنان، څومره چې شوني وي د قرآن آيتونه دې فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ…… فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ (مزمل/۲۰)

او هم پېغمبر(ص) ته ويل کېږي، چې خلکو ته ووايي:

إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِي حَرَّمَهَا وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ وَأَنْ أَتْلُوَ الْقُرْآنَ فَمَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَن ضَلَّ فَقُلْ إِنَّمَا أَنَا مِنَ الْمُنذِرِينَ (نمل/۹۱، ۹۲) = (ووايه) حكم راته شوى، چې ددې ښار(مکې) پالونكى ونمانځم، هماغه چې دا ښار يې محترم گڼلى او ټول څيزونه د هماغه دي! او حكم راته شوى، چې بايد له مسلمانانو ځنې وسم؛ او داچې قرآن ولولم (چې وا یې ورئ)؛ نو چا چې سمه لار ومونده؛ نو يوازې ځان ته يې مومي او څوك چې بېلارې شو، ووايه: ((زه خو يوازې له گواښگرندو ځنې يم.))

په بل حديث کې پردې مطلب ټينګار شوی، چې نبايد ورځنی بوختياوې ددې لامل شي، چې انسان له قرآن سره خپله مينه له لاسه ورکړي:

عن ابى‏عبدالله (ع): ما يمنع التاجر منكم المشغول فى سوقه اذا رجع الى منزله ان لا ينم حتى يقرا سوره من القرآن فتكتب له مكان كل آيه يقروها عشر حسنات و يمحى عنه عشر سيئات[1] – کوم سوداګر چې په بازار کې بوخت دی، چې کور ته ورستون شي؛ نو تر خوب وړاندې بايد د قرآن يو سورت ولولي.

د قرآن په لوست کې ترتيل ته يې پاملرنه شوې ده (ورتل القرآن ترتيلاٌ) ترتيل هم په ښه اواز لوستل دي او هم ښکاره او هموار لوستل دي:

انه سئل عن قوله تعالى «و رتل القرآن ترتيلا»، قال اميرالمومنين صلوات الله عليه بينه تبيانا و لا تهذه هذا الشعر و لا تنثره نثر الرمل ولكن افزعوا قلوبكم القاسيه و لا يكن هم احدكم آخر السوره[2]

« علي (ک) د قرآن د ترتيل په اړه وپوښتل شو، ورته يې وويل؛ (کلمات) يې ښه څرګند ولولئ، د شعر په څېر يې په بيړه مه وائي؛ د شګو غوندې يې مه خپروئ؛ بلکې (په لوستو يې) سخت زړونه مو په تفرع او عاجزۍ واچوئ او هڅه مه کوئ چې په بيړه سورت پای ته ورسوئ»

د قرآن پر لوستو د ټينګار عوامل او له اړونې يې په ساتنه کې اغېز

په اسلامي ښوونو کې د قرآن پر لوست، ورسره په مينې درلودو او يادولو يې ډېر روايات راغلي، مسلمانانو د پېغمبر(ص)  له وخته د قرآن لوستنه او يادونه په ښو چارو کې ګڼله او د قرآن حافظانو او قاريانو په اسلامي ټولنو کې ځانګړی اهميت او مقام درلود.

دې دومره ټينګار يو لړ ټولنيز مصالح او ګټې په پام کې درلودې چې يوه يې په مسلمانانو کې د قرآن پرېښوولو مخنيوی و او بله يې دا وه چې قرآن د چا په ولکه کې نه وي او بايد ټول خلک يې ووايي. ان هغوی چې لوستای نشو، هڅول کېدل چې آيتونو ته وګوري، چې ښايي په دې توګه د لوست او ورباندې د پوهېدو مينه پکې راپيدا شي. او له بيخه مسلمانان نبايد قرآن د نورو کتابونو په څېر په خپل کتابتون کې کېدي او کله کله يې را واخلي. بايد دا کتاب يې ملګری وي. پوښتم، ولې قرآن تحريف او وانوړېد؟ ښايي يو دليل يې همدا وي، چې ټول يې ددې لوست، څارنې او ساتنې ته رابلل، او دا يو احتمال دی چې:

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (حجر/۹) = په حقيقت کې موږ خبروونکی (قرآن) نازل كړى او پخپله يې پاسوالان يو.

يې مدللوي[3].

دا چې يو امت تل پر کتاب لګيا وي، د کتاب مضامين يې په پام کې وي، چې په دې توګه ددې کتاب ماناوې او پوهاوی د ګردو هڅو چورلېز کېږي. قرآن په اسلامي امت دغسې يو مقام ترلاسه کړ او د پوهاويو او معرفت په ډېری ډګرونو کې يې د مسلمانانو اندنه تر خپلې ولکې لاندې راوړه، او هغو علومو او فنونو ته يې يو لوری ورکړ چې د مسلمانانو د ژوند ډګر ته ورننوتل.

او لبته دا چې قرآن، خپله الهي کلام او د پوهاويو سمندر دی، هر څوک د خپلې وسې او وړتيا هومره اخستنه او مدد ترې اخستای شي. او ښه مرجوړا – غوپه وهونکی به ډېرې ملغلرې ښکار کړي. د دردونو او درکونو درلودل، انسان له قرآنه په ګټنه کې لا چمتو کوي او سترګې به يې د ماناوو په ليدو کې لا سترګورې کړي.

په طبيعت او الهي کلام کې د خدای تجلی

قرآن، د خدای تجلی ګاه.

امام صادق(رح) وايي: « ولله لقد تجلى الله لخلقه فى كلامه ولكن لايبصرون[4] – خدای په خپل کلام کې تجلی کړې؛ خو خلک يې نه ويني.»

خدای په ټول خلقت کې تجلی کړې او ګرد طبيعت او هستي يې جلوه ګاه ده، او د عارفانو په تعبير، ټوله هستي د خدای د اسماوو او صفاتو ښکارندوی ده او يو له دې جلوه ګاه ځنې دهغه کلام دی.

انسان هم په خپل کلام کې، تجلی مومي. ډېری خلک مو د دوی په خبرو پېژندلي او دوی هم ځانونه په خپلو خبرو کې لغړ کړي، د مولوي په وينا:

ما چه خود را در سخن آغشته‏ايم        كز حكايت ما حكايت گشته‏ايم‏

من عدم و افسانه گردم در حنين        تا تقلب يابم اندر ساجدين‏

اين حكايت نيست پيش مرد كار        وصف حال است و حضور يار غار

(مثنوى، دفتر سوم، ابيات 1147 -1149)

مولوی وايي، چې ځان مې پر حکايت واړو او دا چې خپله ګرده هستي په خپل فکر او خبرو کې ږدم او خپل فکر په خبرو څرګندوم، حکايت او افسانه جوړوم؛ نو «زما» هویت زما په خبرو کې ويلي کېږي او افسانه کېږم او خوله په خوله کېږم. څوک چې مې لېدل غواړي، زما خبره دې واوري. په ګانده – راتلونکي کې چې څوک زما خبرې کوي، په حقيقت کې زه يې پر خپلو شونډو کېنولی يم. هستي مې په يوه جسماني تنه کې، په اومه هجري پېړۍ کې او په بلخ يا قونيه کې، نه را لنډېږي؛ بلکې تر دې روسته چې مثنوي په هره ژبه ويل کېږي، د خلکو پر خولو به يم او ورسره به حاضر يم. دا حضور، مې يو مجازي حضور نه؛ بلکې زما د وجود يوه پرده او د هستۍ مې يوه جلوه ده. ځان مې په نړۍ کې پابند کړې دی؛ خو نه د اثارو په پايښته؛ بلکې د کلام په جامو کې د خپل آريز هويت په حضور.

همدغسې ده، له انسان سره د کلام اړيکه، د ده تر نورو کړنو ډېره ورسره ده. خبرې کول د انسان د وجود يوه جلوه ده، چې نورې جلوې نه ورسي او دې مطلب ته مو ډېرو انديزو مشرانو پام ور اړولی دی. په هنر کې د انسان تجلی، له شکوهمندو تجلياتو ځنې ده او که کلام له هنر سره واخږل شو، او هنر د کلام جامې واغوستې؛ نو دا تجلې به پوره او کمال ته ورسي.

ټول مخلوقات د خدای کلام دی

ځينې فلاسفه ګروهن دي، دا نړۍ د خدای کلام دی او کلام د مراد او موخې څرګندول بولي او لازمه نده چې تل دا څرګندونه په الفاظو وشي؛ که څوک په هره وزله خپل ضمير راڅرګند او بل ته ور ولېږدولای شي نو توانېدلی چې خبرې وکړي. که څه موږ د خپل ما فی الضمير څرګندولو ته له اسانې لارې يعنې له الفاظو او ژبې ګټنه کوو.

ليکل او هنري اثر پنځول هم يو ډول خبرې کول دي. د خدای مخلوقات، د ده کلام او خبرې دي او خبرې يې خپل مخلوقات دي. خدای له انسان سره په بيلابېلو ډولونو خبرې کړې دي او قرآن يوازې له مخلوق سره یو ډول خبرې کول دي. په قرآن کې په عربي ټکيو او کلماتو خبرې شوي او په طبيعت کې په عناصرو او موادو او له سلف پېغمبرانو عليهم اسلام سره په انحا او ډول ډول ژبو.

په قرآن کې د «کلمې» مراد او مانا

«کلمه» په قرآن کې يوازې هغو کلماتو او الفاظو ته چې بشر يې کومې موضوع ته کاروي، اطلاق شوې نه ده:

قُل لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا  (کهف/۱۰۹) =  ووايه: (( كه سمندر(ونه) زما د پالونكي (د پنځول شويو او) كلماتو (ليكلو) ته رنګ شي؛ نو زما د پالونكي د (پنځول شويو او) كلماتو تر پاى ته رسېدو مخکې به سمندر(ونه) وچ شي،كه څه هم همدومره نور سمندر(ونه) پرې ورزيات هم کړو.))

وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِن بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (لقمان/۲۷) = او كه په رښتینه کې د ځمكې ټولې ونې قلمونه او سمندر يې رنګ شي او بيا ددې سمندر له پاسه اووه نور سمندرونه هم ورسره يو ځاى شي (دا ټول به پاى ته ورسي؛ خو) د خداى خبرې ((کلمات الله)) به (په ليكلو) پاى ته ونه رسي، په رښتيا چې خداى بريمن حكيم دى .

منظور دا نه دی، کوم کلمات او الفاظ چې د خدای له لوري رانازلېږي نه ختمېدونکي دي، بلکې د خدای مخلوقات او افعال، چې د خدای کلمات دي، نه ختمېدونکي دي. لکه چې هم په قرآن او هم د مسيحيت په معارفو کې، حضرت مسيح(ع) «کلمه» نومول شوې ده.

إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ (نساء/۱۷۱)

اللّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَى مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ (آل عمران/۳۹)

إِنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ (آل عمران/۴۵)

او قرآن په دې پار چې کلمة الله دی، د الفاظو او کلماتو په بڼه د خدای تجلی راباندې ده. محيی الدين عربی د خپل مهم کتاب فصوص الحکم خطبه دغسې پيلوي: « الحمد لله منزل الحكم على قلب الكلم : د هغه خدای ستاینه چې حکمت يې د کلمو پر زړونو نازل کړ.»

شارحانو کښلي، دلته له کلمې مراد، الهي انبيا دي، او د خصَوص په شرح کې د خواجه محمد پارسا په وينا : « او انبيا يې  په دې پار کلمه ګڼلې، چې موجودات ټول کلمات الله دي[5]»

قرآن بې له الفاظو نورې بڼې هم لري

 په ډېری روایاتو کې راغلي، چې قرآن بې له الفاظو او کلماتو، نورې بڼې هم لري، چې په قیامت کې به راښکاره شي.

قال رسول‏الله (ص): تعلموا القرآن فانه ياتى يوم القيامه صاحبه فى صوره شاب جميل شاحب اللون فيقول له انا القرآن الذى كنت اسهرت ليلك و[6]

« پېغمبر(ص) وویل: قرآن زده کړئ، چې په قیامت کې به د ښکلي ځوان په بڼه راښکاره شي او خپل لوستونکي ته به ووایي، زه هماغه قرآن یم چې په شپو شپو به ویښ راسره وې….»

قرآن عین د وحې کلام دی او د پېغمبر او امامانو له روایاتو سره توپیر لري.

مهم او پاموړ ټکی دادی چې موږ اوس د خدای له کلام سره هماغسې مخامخ یو، لکه پېغمبراکرم (ص) چې ورسره و؛ یعنې عین هماغه الفاظ چې پر پېغمبر (ص) نازل او ثبت شول، په واک کې مو دي او دا چار د نورو آسماني کتابونو په اړه عملي نه دی او بلکې جوته ده چې دغسې نه دی. پېغمبراکرم (ص) مؤظف و، عین د وحې کلام ابلاغ کړي، نه دا چې له غیبو یو مطلب واخلي او روسته یې په خپله ژبه او څرګندونه نورو ته ووایي. کوم معارف چې پېغمبر اکرم (ص) او د اهل البیتو امامانو وویل، حساب یې له قرآن څخه بیل دی ، حتی قدسي احادیث هم باید له قرآن سره ګډ نشي. قرآن ځان ته یو ځانګړی شان لري .

د قرآن د تلاوت شروط

دیني مشرانو چې د قرآن په لوستو کې کوم شرایط راویلي، لږه ګټه یې ځان د وحې له کلماتو سره آشنا کول دي[7].

«ترقي» چې د قرآن د تلاوت له باطني آدابو ځنې ګڼل شوی، په همدې مانا ده، چې قاری د قرآن د تلاوت په ترڅ کې خورا هسک شي او الهي درشل ته ورنژدېوالی وننګېري، تر هغه ځایه ورسي، چې آیتونه د وحې له خاونده واوري.

هغه، چې د دوو تنو د خبرو ننداره کوي، له هغه سره یې توپیر دی چې د ویاند مخاطب دی. د قرآن په لوستو کې زموږ مشارکت په پیل کې ننداریز مشارکت دی؛ یعنې نور د نندارې لوبغاړي دي او موږ ننداري ته بلل شوي یو. دا ډول مشارکت لوړېدای او په لوبغاړیز (بازیګرانه) مشارکت اوړي؛ یعنې داسې ځای ته ورسي، چې وننګېرو، د خدای د کلام نیغ په نیغ مخاطب یو؛ او په دې اوچته مرتبه کې لا برخمنېږو او نور خوند اخلو.

د دیني پوهاوي په بهیر کې ډیری مشرانو، دې مسالی ته پام وراړولی، اهتمام یې ورباندې کړی او سپارښت یې پرې کړی دی[8].

هغوی چې له خدای سره د خبرو کولو او د ده د خبرو اورېدو حلاوت او خوند څکلی، سپارښتنه یې راته کړې، چې قرآن داسې ولولئ چې ته وا همدا اوس درباندې نازلېږي. ارواښاد علامه محمد اقبال لاهوري چې د ژوند په روستیو کې د سترګو پر ناروغیو اخته شوی و او له مطالعې هم بې برخې شوی و، یوازېنی ملګری یې قرآن و، په هماغه لږه بینایي یې قرآن ته کتل او د ایمان په سرشار خوند یې، آیتونه لوستل او وویل یې:

«پلار مې وصیت راته کړی، زویه چې قرآن لولې، داسې یې ولوله چې ته وا خدای درباندې نازل کړی دی»

په قرآن کې د تدبر اهمیت

د خدای د کلام د لوستلو اغېز هله راښکاره کېږي، چې په آیتونو کې تدبر وکړئ، که څه رسول الله (ص) ویلي:  افضل عباده امتى قرائه القرآن: زما د امت غوره عبادت، د قرآن لوست دی[9].

او دا خبره یې هم کړې ده:

« اكثر منافقى هذه الامه قراءها: ددې امت ډېری منافقان، د قرآن د قاریانو په منځ کې دي[10].

همدغسې روایت شوی دی:

رب تال القرآن و القرآن يلعنه: ډېر داسې کسان شته، چې قرآن لولي او قرآن یې لعنتوي[11].

دا لوستل له هغه لوستو سره هیڅ نژدېوالی نه لري؛ چې هغه یو، فضیلت دی او دا بل رذیلت. هغه « زَادَتْهُمْ إِيمَانًا[12]» دی او دا « فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا[13]»دی. او بې له ایمان او تدبره یې تر منځ څه توپیر دی.

قرآن پخپله په دې هکله وایي:

أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا (قرآن/۲۴) = ايا په قرآن كې غور او اندنه نه كوي يا زړونو ته ( يې د غفلت او رخې) کولپونه اچول شوي دي .

له علي (ک) روایت شوی چې ویلي یې دي: « لا خير فى عباده لا فقه فيها الا لا خير فى قرائه ليس فيها تدبر، الا لا خير فى عباده ليس فيها تفقه[14] – په هغه عبادت کې چې فهم او پوهېدنه نه وي او په هغه لوست کې چې تدبر او تامل نه وي؛ نو څه خیر به پکې هم نه وي.»

موږ په قرآن کې پر تدبر ملزم یو؛ خو په ړومبی ځل دا چار ترلاسه کولای نشو، باید هڅه کړو او ځان له ویاند سره آشنا کړو. د ویاند پېژندنه، د خبرې په پوهېدو او د خبرې پوهېدل به د ویاند په پوهېدو کې مرسته راسره وکړي. د اخلاقو سمول او د خدای په اړه د معرفت او پېژندګلوی د درجې لوړول، د ده د کلام د ښه پوهېدو لاملېږي او پیغام به یې ښه را څرګند کړي. باید خبرې اورېدونکي غوږونه او اعتباري سترګې تر لاسه کړو:

سر من از ناله‏ى من دور نيست        ليك چشم و گوش را آن نور نيست‏

محرم اين هوش جز بى‏هوش نيست        مر زبان را مشترى جز گوش نيست‏

درنيابد حال پخته هيچ خام        پس سخن كوتاه بايد والسلام‏

(مثنوى، لومړی دفتر ، 17 او 14 او 18 بیتونه)

پر قرآن د پوهېدو غوره شرایط

پر قرآن پوهېدل یوازې په عربي پوهېدو، د مفسرانو پر اقوالو، شان نزولونو او د اسلام او مسلمینو پر تاریخ احاطه درلودو پورې تړاو نلري. تردی ټولو اوچته دا چې انسان باید له خدای سره مینه او ملازمت ولري، چې د کلام اشارې یې ښه ومومي، او دا چار یوازې د اوږدو ریاضاتو، تندو، غوښتونو، هڅو او د حق تعالی په پېرزوینو تر لاسه کېدای شي. او له ویاند سره چې مینه وشوه، د کلام راز به راوسپړل او د پوهاویو نېز به رامات شي.

« يستثيرون دواء دائهم: متقیان په قرآن کې د خپل درد درمل لټوي»

د علي (ک) په کلام کې دوه مطلبه سپړنه او څرګندونه غواړي. یو دردمندي او بل د درد درملنه او په درملو او رغېدا پسې تلل. دردونه دوه ډوله دي: روحي او معرفتي؛ یعنې کله فکري ستونزه انسان قرآن تر ورسیخوي او کله روحي درد او وجودي غم. کله په ذهن کې یوه غوټه پیدا کېږي او کله روح په یوه بندښت او ډپ کې راګېرېږي او خپه کېږي. له هغوی سره مو څه خبره نشته، چې ټول دردونه درمل شوي مومي؛ ځکه دوی د انسانانو په لیکه کې ګڼلای نشو. متقیان، دردېدلي دي، او همدې دردېدو د درملو لپاره، قرآن ته ورلیږلي دي.

قرآن د مړښت او بې دردۍ له مخې لوستل، ګټور کار نه دی. باید درد قرآن ته وروړاندې شي او درمل ترې واخستل شي. هغوې چې درمل له بل ځایه راوړي، په حقیقت کې نه ځان دردمند بولي او نه ددې طبیب درناوی په پام کې نیسي.

تاریخ ښیي چې د قرآن په تفسیر کې ټولې مذهبي ډلې ټپلې، په یو ډول په رای تفسیر ککړې شوې؛ حال دا ګردو مفسرانو د مشهور حدیث پر استناد «من فسر القرآن برايه فليتبو مقعده من النار[15]» څوک چې قرآن په رای تفسیر کړي، ځان به یې له اوره ډک شي.» ځانونه ددې کار له کولو ساتلي او اخطارونه یې ورکړي دي.

دردمندي؛ د قرآن د سم پوهېدو شرط

که د معتزله وو په تفاسیرو لکه په زمخشري کشاف کې د ځانګړو آیتونو په استخدامولو او کارولو لګیا شوي وو؛ نو اشاعره وو هم په تفاسیرو لکه د امام فخررازي مفاتیح الغیب کې له دې کارونې لاس پر سر شوي نه دي؛ دوی د مخکېنۍ رای په درلودو (یعنې نه د مسلې اصل؛ بلکې د مسالې ځواب) په قرآن پسې ورتلل او په قرآن کې د خپل ځواب په لوستو، خوشحال راستنېدل.

باید د قرآن تفسیر دردمندان ووايي او ولیکي، نه د رای خاوندان. دردمندتوب ددې لاملېږي، چې قرآن په خپلې رای او فکر پورې را نه کاږو، بلکې خپله د قرآن په فکر پسې ورشو او د درد درمل او علاج پکې ولټو او ترې یې وغواړو.

که څوک پر یوې مفکورې ګروهن او ترې تېرېدونکی نه وي، دغسې انسان به قرآن ته په مراجعې داسې آیتونه غورچاڼ کړي چې خپلې ګروهې ته پرې مخونه ورکړای شي. یو ګروهن معتزلي یا اشعري، دا چې خپل درد درمل کړی، قرآن ته د رغېدا لپاره، نه ورځي؛ بلکې د خپلې ګروهې د مخونې لپاره ورسره چلېږي. د خپل درد درملنه او علاج یې له  نورو طبیبانو اخستی او دا دی د قرآني آیتونو په کارونې پسې دی.

* په رای تفسیر؛ یعنې د خپلو ګروهو تایید ته د قرآني آیتونو کارونه د مخکېنی ګروهې او مفکورې د مخونې او پیاوړي کېدو لپاره، له قرآن سره دغسې چلن په رای تفسیر ګڼل کېږي.  په رای تفسیر یوه ګروهه او عقیده نه بلګې یو روش دی؛ خو ناصواب او ممنوع روش. که پر هر مذهب یاست که حق وي یا باطل، که د قرآن آیتونه په متکلف ډول خپلې عقیدې ته استخدام کړئ؛ نو یو باطل کار مو کړی او په یو ناخوښه چار مو لاس پوری کړی دی، متقیان دردمند وي او د درد د درملو لپاره قرآن ته پناه وړي او قرآن د درد مندانو کتاب دی، چې هغوی نهیلي نشي چې د درملو په لټه کې دي؛ نه هغوی چې د کیمیا ګرۍ ادعا لري او له نظره یې خاوره کیمیا ده!

آنان كه خاك را به نظر كيميا كنند        آيا بود كه گوشه‏ى چشمى به ما كنند

دردم نهفته به ز طبيبان مدعى        باشد كه از خزانه‏ى غيبم دوا كنند

(ديوان حافظ، غزل 196)

يطلبون الى الله تعالى فى فكاك رقابهم

متقیان، له خدایه خپله ژغورنه غواړي.

دلته ذهن ته یوه پوښتنه راځي، چې هو، ډېره پر ځای ده چې ګناهګار استغفار وکړي او له دوزخه ژغورنه وغواړي؛ خو که څوک پوه نشي چې ګناه یې کړې که نه؛ نو ایا دغسې یو تن هم باید استغفار وکړي؟ او ایا له اروایي پلوه که څوک تل ځان ګناهګار تورنوي غوره دی یا دا چې پر ځان ډاډمن وي؟ انبیاوو او  امامانو چې په خپلو دعاګانو کې، استغفار کاوه، ایا واقعاً یې ګناه کوله، چې ځانونه یې ګناهګاران ګڼل او یا دا چې د ځینو په تعبیر، له دعا، ژړا او استغفاره یې موخه، نورو ته ښوونه وه؟ او خپله، په خپلې ګناهګارۍ معترف نه ول؟

دا خبره ډېر لرې او نه منونکی ده، چې ووایو، دا ټولې شپنۍ ژړاګانې او دعاوي د نورو ښوونې ته وې او دې مشرانو یوه ونډه ترسره کوله او په خپل کار کې دومره هوډمن جدي او تاوده نه وو. دا نو څه دي، چې خپله بې درده کار وکړو او نورو ته د دردمندی درس ورکړو؟ یو عمر د زړه سواندو نقش لوبول او په خپله خوشحال او ښاد اوسېدل، بې له نفاقه بله نامه نه رانغاړي.

د موضوع پوهېدو ته، باید د ګناه، عذاب او ژغورنې په مانا کې په توسع قایل اوسو او ووایو، چې ګناه، له خدایه د انسان یو واټن دی او څوک چې له الهي مراتبو په یوه مرتبه کې دی؛ نو واټن ترې لري او ټول یو رنګ قرب (او ورنژدېوالی) نلري.

بې له الله، بل ته هر ډول پاملرنه، د واټن لامل دی او د یوې ګناه مستلزم او د یوې پردې او حجاب رادبره کوونکې؛ او استغفار، د دې حجاب لرې کونه ده:

هر چه غير اوست استدراج توست        گرچه تخت و ملكت است و تاج توست‏

(مثنوى، درېیم دفتر، بيت 508)

« فی فکاک رقابهم» ډولونه او مرتبې لري، هر کس باید له راګېر واټن او مقامه راخوشې شي او هیڅ څوک نشته چې په یوه بند او مرتبه کې نه وي، له بندونو، خنډونو او موانعو آزادي او خوشې کېدل، یو همېشنی چار دی، چې کله هم پای نه مومي:

بى‏نهايت حضرت است اين بارگاه        صدر را بگذار صدر توست، راه‏

(مثنوى، درېیم دفتر، بيت 1961)

هیڅکله مه وایه، چې لوړپوړی (صدرنشین) شوم او موخې ته ورسېدم؛ ځکه صدر ( لوړپوړي) دې لار ده او په دې لار کې بېلابېل او بی نهایت محضرونه شته او هر محضر تر مخکېني اوچت او د غوره موقعیت درلودونکی دی. موږ دې نړۍ ته په راتلو د جهنم له مراتبو یوې مرتبې ته راننوتو او لږ لږ باید د استغفار اوبه وشیندو او جهنم تت، خاموش (او مړ) کړو، چې جنت ته ورننوځوو؛ چې هر څوک د ځان په تړاو یوه ګناه لري او یو جهنم. پر نواهیو اخته کېدل، د محجوبانو ګناه ده اوله حقه غفلت، د متقیانو ګناه ده.

كار پاكان را قياس از خود مگير        گرچه ماند در نبشتن شير و شير

(مثنوى، لومړی دفتر، بيت 263)

د پاکانو کار له ځان سره مه پرتله کوه، که څه په لیکو کې شیر (زمرۍ) او شیر (شیدې) یو رنګ وي.

[1] اصول كافى، ج 4، باب ثواب قرائه القرآن، حديث 2.
[2] اصول كافى، ج 4، باب ترتيل القرآن بالصوت الحسن، حديث 1. او همداراز: المحجه البيضاء، ربع العبادات، كتاب آداب تلاوه القرآن

[3] «فان قيل: فلم اشتغلت الصحابه بجمع القرآن فى المصحف و قد وعد الله تعالى بحفظه و ما حفظ الله فلا خوف عليه. و الجواب: ان جمعهم لقرآن كان من اسباب حفظ الله تعالى اياه…» وګورئ : امام فخررازى، تفسير الكبير، جزء 19، ص 160.

[4] المحجه البيضاء، ربع‏العبادات، كتاب آداب التلاوه القرآن

[5]  خواجه محمد پارسا د فصول الحکم شرح، ۱۴ مخ

[6] اصول کافي،۴ټ،فضل القرآن؛ او هم: المحجة البیضاء، ربع العبادات، کتاب آداب تلاوة القرآن

[7]  وګورئ: المحجه‏البيضاء، ربع‏العبادات، الباب الثانى فى آداب ظاهر التلاوه و هى عشره، الباب الثالث فى اعمال الباطن و هى عشره، كتاب آداب تلاوه القرآن. د قرآن د تلاوت د ظاهري آدابو په باب لس شرطونه ویل شوي دي: 1( حال القارى 2) مقدار القرائه 3( وجه القسمه 4) الكتابه 5( الترتيل 6) البكاء مع القرائه 7( مراعاه حق الايات 8) الاستعاذه 9( الجهر بالقرائه 10) تحسين القرائه. او د باطنی اعمالو په باب هم لس شرطونه دي: 1( فهم عظمه الكلام 2( التعظيم للمتكلم 3( حضور القلب 4( التدبر 5( التفهم 6( التخلى 7( التخصص 8( التاثر 9( الترقى 10( التبرى.

[8]  فیض کاشاني په المحجة البیضاء کې د یو حکم له خولې وایي: قال بعض الحكماء: كنت اقرا القرآن فلا اجد له حلاوه حتى تلوته كانى اسمعه من رسول‏الله- صلى الله عليه و آله- يتلوه على اصحابه ثم رفعت الى مقام فوقه فكنت اتلوه كانى اسمعه من جبرئيل- عليه‏السلام- يلقيه على رسول‏الله- صلى الله عليه و آله- ثم جاء الله- تعالى- بمنزله اخرى فانا الان اسمعه من المتكلم به فعندها وجدت له لذه و نعيما لا اصبر عنه = یو حکم وایي، په پیل کې مې قرآن لوسته او خوند مې ترې نه اخسته. څه موده روسته چې مې لوسته، داسې و، چې ته وا له رسول الله (ص) یې اورم، چې خپلو اصحابو کرامو (رضی الله عنهم) ته یې لوسته پورته ولاړم او له جبراییله مې واورېد، چې پېغمبر(ص) ته یې لوسته، تردې هم پورته ولاړم او دادی پخپله له خدایه یې اورم او خوند ترې اخلم او داسې یو نعمت لرم، چې تېرېدای ترې نشم. المحجه‏البيضاء، ربع‏العبادات، الباب الثالث من كتاب آداب تلاوه القرآن

[9] المحجه‏البيضاء، ربع‏العبادات، كتاب آداب تلاوه القرآن، باب الاول فى فضل القرآن.
[10]  المحجه‏البيضاء، ربع‏العبادات، كتاب آداب تلاوه القرآن، باب الاول فى فضل القرآن.

[11] المحجه‏البيضاء، ربع‏العبادات، كتاب آداب تلاوه‏القرآن، باب الاول فى فضل القرآن، ص 354.

[12] وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا (انفال/۲)

[13]  وَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا (توبه/۱۲۵)

[14] وسائل: 4، / 830، روايت شماره‏ى 7661

[15] د تفسیر العیاشي کتاب په سریزه کې د « فيمن فسر القرآن برايه » تر عنوان لاندې د رای تفسیر په غندنه کې شپږ احادیثه راغلي، چې دوې ټولو مضمون په دې روایت کې راغلی دی: «عن ابى‏عبدالله (رض) قال: من فسر القرآن برايه فاصاب لم يوجر و ان اخطا كان اثمه عليه»: څوک چې قرآن په خپله رایه تفسیروي، که واقع ته ورسي، څه اجر نلري او که خطا وکړي، ګناه یې ورترغاړې ده. وګورئ: التفسیر العیاشي: ۱۷/۱ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!