تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د متقیانو ځانګړنې حضرت علي (ک) وايي : و اما النهار فحلماء علماء، ابرار انقياء، قد براهم الخوف برى القداح، ينظر اليهم الناظر فيحسبهم مرضى و ما بالقوم من مرض و يقول: قد خولطوا! متقیان په ورځ کې، پوه زغمناک او ځانساتي نېکچاري […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د متقیانو ځانګړنې

حضرت علي (ک) وايي :

و اما النهار فحلماء علماء، ابرار انقياء، قد براهم الخوف برى القداح، ينظر اليهم الناظر فيحسبهم مرضى و ما بالقوم من مرض و يقول: قد خولطوا!

متقیان په ورځ کې، پوه زغمناک او ځانساتي نېکچاري دي، د خدای (له ډاره) ترې تېرې څوکې جوړې شوي، چې لیدونکی ورته ویني، انګېري چې ناروغان دي – حال دا چې ناروغي نه لري – او وایي : ګنګس او لیوني دي.

د متقیانو زغم آګاهانه دی

متقیان شپه د قرآن پر لوست، په الهي کلام کې پر تدبر، د نفس پر خپګان او له الهي کلامه د دردونو د درملو په راسپړنه او ورځ د ژوند د ستونزو او نادودو پر وړاندې په آګاهانه زغم تېروي.

د متقیانو زغم عالمانه دی؛ ځکه پوهېږي چې د ټولنیز ژوند لازمه او د انسانانو د طبیعي جوړښت غوښتنې څه دي، پېښو ته نه ترورېږي، ته وا ډېری چارې چې د نورو په نزد نامنتظره دي؛ خو دوی ته د انتظار پر خلاف نه دي. هم د ټولنیز ژوند پر مقتضیاتو پوهېدل او هم پر الهي وعدو یقین، یې د زغم لامل شوي دي؛ ځکه د متقیانو سردار (هدف یې حضرت علي دی) د شري او ړندو خوارجو پر وړاندې دومره زغمناک کړی و، چې په جومات کې د نمانځه پر وخت یو خارجي حضرت علې ټپسوروي، حضرت علي صبر وکړ، چې خبره یې پای ته ورسي او بیا یې دا آیت ولوست:

فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ (روم/۶۰) = نو زغمناک وسه،چې د خداى ژمنه رښتینې ده؛هسې نه چې ناباوري دې بې ثباته او کاواکه کړي .

زغم د انبیاوو د چارو له لوازمو ځنې دی او کله هم بې زغمه پېغمبر نه دی راغلی او زغمناک انبیاوو ته ډېر ورنژدې دي: كاد الحليم ان نبيا

* د متقیانو نا اشنا غوندې ښکاره کېدل

که عرفي او دودیز ژوند، یو انډول، متعادل او متعارف ژوند وبولو؛ نو متقیان به د خلکو په سترګو کې، نا انډوله او نا اشنا غوندې ښکاره شي. په دې پار چې دوی د خپلو نفسونو – ځانونو تهذیب او پاکونې ته پاملرنه لري او په ژوند کې په بلې موخې پسې روان دي، خلک یې نه د ځان په څېر ویني او نه مومي. ځینې ناڅیزه چارې ورته اوچتې او ځینې چاري ورته ناڅیزه دي. بدن یې پر ځمکه او په خلکو کې دی؛ خو روح او فکر یې په بل ځای کې[1]. ته وا دی نړۍ ته له بلې نړۍ او اوچت مقامه ویني.

 « ارواحها معلقه بالمحل الاعلى…..: ارواح یې په ملا اعلی پورې تړاو لري» (نهج البلاغه، کلمات قصار۱۴۷).

څه ته چې د دنیاپالو ورپام دی، دوی ورشا کړې او په پراخه ټنده لکه د مېړنو په شان د ستونزو هر کلی کوي. سختي غواړي او له راحته تښتي او له هغو خوندونو ورهخوا ژوند کوي، چې نور پرې وربوخت دي او کميل ته د علي (ک) په تعبیر: « و استلانوا ما استوعره المترفون و انسوا بما استوحش منه الجاهلون – : لار یې د نورو له لارې سره توپیرناکه برېښوي او خلک انګېري چې دوی ګنګس دي»

یقول: قد خولطوا: وايي: دوی ګنګس دي.

علي (ک) وایي: « و لقد خالطهم امر عظيم  – هو، یو ستر چار ورسره اخږل شوی او عقل و هوښ یې ورنه تښتولی دی»

* د نا اشنا غوندې ښکاره کېدو راز یې

یعنې معاد، د الله پاک عظمت، له ناوړې پایلې ډار، د حساب د تمځي هیبت، له قصور او تقصیر خجالت او…. دلته د مولوی انځورنه ډېره څرګنده ده: یو تن زمري په خوله کې نیولی و او ځنګله ته یې وړه، چې یې وداړي؛ نو په دې حال کې، څه سوچ ورسره وي؟ ایا روح او ذهن یې له یو ستر چار سره اخږل شوی نه دی؟ ایا ټول ځان یې یو فکر را ایسار کړی نه دی؟

د متقي په ټول ژوند کې همدا حال دی، چې البته د ناخبرو له حالاتو سره ناورته دی:

آنچنان كه ناگهان شيرى رسيد        مرد را بربود و در بيشه كشيد

او چه انديشد در آن بردن ببين        تو همان انديش اى استاد دين‏

(مثنوى، درېیم دفتر، 2202 او 2203 بیتونه)

یعنې« لکه څنګه چې ناڅاپه یو زمری راورسېد، سړی یې ځنګله ته وتښتاوه ووینه چې په دې وړو کې یې څه فکر وکړ؛ نو د دین استاده، هماغسې اندنه وکړه»

حضرت علي (ک) : « لايرضون من اعمالهم القليل. و لايستكثرون الكثير – له خپلو لږو کارونو خوښ نه دی، او ډېرې چارې هم، زیاتې نه ویني»

متقیان له ځانه راضي نه دي

له ځانه خوښ انسان هیڅ ډول ځان ته پام نه وي، چې د وجدان په محکمه او یا د خدای په حضور کې ځان وپوښتي او د خپلو کړنو او اندنو په اړه یوه شمېرانه – محاسبه وکړي. له ځانه خوښ هغه دی چې خپل ګرد کړه وړه پر ځای او سم بولي، توبې او ګوتې نیوو ته څه ځای نه پرېږدي او له ځانه د خوښېدو ترخه مېوه یې، له ځانه فراغت او خلاصېدل دي، چې د ټولو آفتونو مورینه ده. د امام سجاد په کلماتو کې د علي (ک) د خبرې مضمون دی چې: « اللهم صلى على محمد و آله… و البسنى زينه المتقين فى… استقلال الخير و ان كثر من قولى و استكثار الشر و ان قل من قولى و فعلى[2] – خدایه پر محمد او آل محمد درود ورولېږه…. او د متقیانو ښکلا مې جامه کړې… د نېکۍ په ډېر لږ ګڼلو کې، که څه په وینا او کړو وړو کې مې ډېره وي او د بدۍ په ډېرو ګڼلو کې،که څه په وینا او کړنو کې مې لږه وي.»

له شیطانه د ځان خوندي ګڼل د متقیتوب شرط نه دی

څوک ویلای شي چې د نفس له شره او د شیطان له وسوسې خوندي پاتې دی؟ ؛ نو ځکه مراقبه، د ځان څارنه او محاسبه یوه همېشنۍ دنده ده، ډېر داسې کسان ول چې د اوچتو علمي او روحي مراتبو درلودونکي وو او پر ډېرو پېچومو ورختلي وو؛ خو چې پر یو نوي پېچومي وروختل، د بې لارېتوب په ګړنګ کې راولوېدل.

 وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِيَ آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ  = (اعراف/۱۷۵) او دوى ته د هغه (بلعم باعورا) حال ولوله، چې موږ د خپلو آيتونو (علم) وركړى و؛ خو ځان یې ترې وايست او شيطان ورپسې شو او له  لار وركو شو .

 جايى كه برق عصيان بر آدم صفى زد        ما را چگونه زيبد دعوى بى‏گناهى؟

(ديوان حافظ، غزل 489)

یعنې: « دا چې پر آدم د سرغاړۍ برښنا ولګېده؛ نو څرنګه د بې ګناهتوب دعوا راسره ښایي» که خبره داسې وي؛ نو باید له ځان سره حساب وکړو او څارن اوسو، هسې نه چې د خپلو ښو چارو په اړه مغرور شوو او د خپلو ګناهونو- که څه واړه وي- په باب بې اعتنا پاتې شو، علي(ک) ویلي: « اشد الذنوب ما استخف به صاحبه – ډېره سخته ګناه، هغه ده چې کوونکی یې کوچنی او سپکه وبولي». (نهج‏البلاغه، كلمات قصار 477)

د کړنو پړسوب یې، د بدۍ او نېکۍ کچه نه ده.

د کړنې بهرنی پړسوب – حجم، د کړنې د غټوالي یا کوچنیوالي ټاکونکی نه دی؛ بلکې دا د کړنې په باب زموږ د پاملرنې او انګېرنې ډول دی چې هغه ستره نېکي کوي یا یې ستره بدي کوي. ځکه متقي د خدای پر وړاندې، خپلې نېکې چارې کوچنۍ بولي او خپل ناوړه کارونه ستر؛ ځکه کړنې د داسې چا په تړاو شوي، چې پر وړاندې یې سترې نېکۍ ناڅیزه او ناڅیزه سرغړونې ورته سترې دي.

پوښتلای شو، چې ایا په حقیقت نېکې کړنې کوچنی او بدې چارې په حقیقت کې سترې دی؟ یا د متقیانو په سترګو کې تحقیر او تعظیم دی؟

د امام سجاد خبره مو چې راوړه، ددې څرګندوونکې ده، چې لږ ګڼل او ستر ګڼل، د متقي شان او د پرهیزګار ښکلا ده. دا باید دغسې یوه لیوالتیا – څوبتیا ولري، چې مفتون نشي، که نه په واقع نړۍ کې، یو نېک کار هم، لږ نه دی او هیڅ ناوړه چار هومره ستر نه دی چې پر نېکیو لاسبری شی او بریا یوازې د ښو او خیر ده، نه بدۍ او شر.

له ځانه ناراضیتوب د روحي آفتونو خنډ دی او پخپله یو ستر فضلیت دی.

علي (ک) : «فهم لانفسهم متهمون. و من اعمالهم مشفقون اذا زكى احدهم خاف مما يقال له، فيقول: انا اعلم بنفسى من غيرى و ربى اعلم بى من نفسى – چې کله له یوه متقي مننه کېږي، له ورته کړې خبرې ډارېږي. وایي تر نورو پر ځان ښه خبر یم او پالونکی مې تر ما ښه را باندې خبر دی»

غوړه مالي او ستاینه، دوه ستر ټولنیز او روحي آفتونه دي

د ټولنیز ژوند یو له آفاتو ځنې په حقه ستاینه او تردې بدتره ناحقه غوړه مالي ده، او انساني وګړیو چې څومره ډېر، د پاکۍ او تقوا درجې او مرتبې وهلي وي، ډېر ددې ټولنیز آفت تر برید لاندې وي؛ ځکه انساني نفس ليوال – څوبمن دی چې وستایل شي، له نفس سره مینه او قدرت غوښتنه، بېلابېلې وجهې او نښې نښانې لري، چې یوه خورا مهمه او خطرناکه یې دا ده چې د انسان ښه ایسي، وستایل شي، او دا چې غوړه مالان هم ډېر دي؛ نو په دې څاه کې د ورلوېدو احتمال هم شته. هغوی چې په دې اړه کوچنی انفعال هم له ځانه ښوولې؛ نو د شیطان په فاعلیت کې راګېر شوی دی. په هره ټولنه کې چې غوړمالي دود وي، سلامتي یې په خطر کې ده. څومره چې غوړه مالان ناروغ او ضعیف النفس وي؛ نو ستایل شوي (ممدوحان) هم سپک او ځانپالي دي او په رښتیا څومره حقارت غواړي، چې انسان د سپک غوړمال د غوړمالۍ مفتون شي او د دوی په دروغو زړه خوشحال کړي او کرکجن ترې نشي. د ادبیاتو تاریخ مو راښيي چې ټولنې تر کومه برېده پردې ناروغۍ اخته وې. ډېر داسې شاعران ول، ددې پر ځای چې د شاعرۍ د نعمت منندویان شي، د نعمت پر کفران لګیا شول، ظالمان یې وستایل او په دې لار کې دومره مخکې ولاړل، چې دا ناوړه دود یو عادي او ستایل شوی چار وبرېښېد.

د مولوی بلخي خبره منو چې ستاینو او غوړه مالیو، فرعون فرعون کړ:

از وفور مدحها فرعون شد        كن ذليل النفس هونا لاتسد

(مثنوى، لومړی دفتر، 1867 بیت)

غوړه مالي، ظالمان په خپل ظلم کې لا ډېر ټینګوي

غوړه مالي، یو له هغو لاملونو ځنې ده، چې ظالمان په خپل ظلم کې لا ډېر ټینګوي. په انسان کې د ځان غولونې ظرفیت بې نهایته دی. کله چې انسان ځان وغولاوه؛ نو ددې تیاری به هم ولري (چې د ځان په اړه یې) نور هم وغولوي. فرعون د غوړه مالانو له لاسه د « أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى[3]» وژونکي زهر واخستل او وڅښل. دې زهرو لږلږ او ګړوپ ګړوپ خپل اغېز وکړ، تر دې چې فرعون باور وکړ، چې سرغړاندي یې، عین ربوبیت دی. چې کله په خپل چار کې شکمن شو؛ نو یو سړي خور شو چې په اسانۍ یې نارینه وژل او ښځې یې مینځولې. او په دې لار کې دومره پر مخ ولاړ، چې نور راستنېدای نشو. نو کله چې موسی(ع) د نړۍ پال له لوري پسته او مستدله خبره ورته وکړه، کوډګر یې وباله او خپلو غوړه مالانو ته یې وویل:

قَالَ لِلْمَلَإِ حَوْلَهُ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ . يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ (شعراء/۳۴، ۳۵) = فرعون خپلو خواوشا قومي مشرانو ته وويل : ((په رښتيا چې دا ډېر پوه كوډګر دى؛ غواړي پخپلو كوډو مو له خپل هېواده وباسي؛نو (مشوره او) نظر مو څه دى؟))

فرعون چې له فرعونیته ډک و، اوس د هغو کسانو نظریاتو ته سترګې پر لار و، چې دایې فرعون کړی و. که علي(ک) د یو غوړه مال پر وړاندې وویل:« څه دې چې پر خوله دي ورنه کم یم او څه دې چې په زړه کې دي ورنه اوچت یم» نه یې په ټوکو ورته ویل او نه د دروغجنې تواضع له مخې. علي(ک) په رښتیا « اصلب من الصلد و هو اذل من العبد – مؤمن تر تیږې خورا سخت او تر مریي خورا ذلیل دی » وه.

علي (ک) ویل: ان من اسخف حالات الولاه عند صالح الناس ان يظن بهم حب الفخر… و لست بحمدالله كذلك… فلا تكلمونى بما تكلم به الجبابره (نهج البلاغه،۲۱۶مه خطبه)

« صالح خلک ویاړنو واکمنو ته په سپکه او کرکه ګوري او… د خدای شکر چې داسې نه یم… نو هاغسې خبرې راسره مه کوئ چې له جبارانو سره یې کوي»

د غوړه مالۍ دودول، د نفاق دودول دي

د غوړه مالۍ دودول، د نفاق دودول دي او د چا چې دغه وضعیت ښه وایسي؛ نو فرعوني وګړه او د منافق هویت لري او د نفاق په تیاره څاه کې ورلوېدو ته ړومبی ګام او د منافقانو د ځانګړنو خپلول دي. که له منافقه کرکجن نشو او په نورو کې مو خوښ کړ؛ یعنې د دوی له غوړه مالۍ مو هرکلی وکړ، د ځان منافقېدو ته چمتو شوي یو چې ځان په دې خیرو ووینځو او زړه یې کوډو او پاړوګرۍ ته وروسپارو.

له غوړه مالۍ ډډه کول د ځانپېژندنې غوښتنه ده.

متقیان ځانپېژاندي دي؛ نو دا چې ددې ځانګړنې خاوندان دي؛ حسابګر او څارن (مراقب) هم دي؛ نو ځکه ځان تورنوي، چې له ناغېړیو غافل نشي او تردې به کوم زیان اوچت وي، چې د غوړه مالانو چټله خوله د متقیانو پاک زړه، ناپاک کړي؟

انسان چې کله وویني نور یې میینان شوي؛ نو خپله پر ځان میینېږي، او دا میینتوب د ګردو آفتونو پیلامه ده:

اى كه در معنى ز شب خامشترى        گفت خود را چند جويى مشترى‏

سر بجنبانند پيشت بهر تو        رفت در سوداى ايشان دهر تو

(مثنوى، دفتر پنجم، ابيات 3190 -3191)

ډېر داسې کسان شته چې درځي او غوړه مالي دې کوي؛ خو په زړه کې درباندې خاندي.

غيرتم نايد كه پيشت بايستند؟        بر تو مى‏خندند و عاشق نيستند

عاشقانت در پس پرده‏ى كرم        بهر تو نعره‏زنان بين دم به دم‏

عاشق آن عاشقان غيب باش        عاشقان پنج روزه كم‏تراش‏

(مثنوى، دفتر پنجم، ابيات 3201 -3203)

 هغوی دې چې ستايي، ستا واقعي عاشقان نه دي، رښتوني عاشقان دې پسي شا غږ درته کوي او له دروغجنو پینځه ورځېني میینانو دې ساتي.

هۍ هۍ چې انسان څومره د تحسین لېوال او مفتون دی او د غیبو د عاشقانو غږ نه اوري. دغه پرښته صفتي دې خیر غواړي نه هغه مچان ډولي ټګیجن.

علي(ک) خلکو ته وویل:« و لا تظنوا بى استثقالا فى حق قيل لى » (نهج البلاغه۲۱۶مه خطبه) « په اړه مې مه انګېرئ چې د حق خبرې اورېدنه به راته درنه او سخته وي»

فلا تكفوا عن مقاله بحق او مشوره بعدل، فانى لست فى نفسى بفوق ان اخطى و لا آمن ذلك من فعلى الا ان يكفى الله من نفسى ما هو املك به منى. فانما انا و انتم عبيد مملوكون لرب لا رب غيره (نهج البلاغه،۲۱۶مه خطبه)

« د حق خبرې ویل یا د عادلانه مشورې کول رانه مه دریغوئ، چې تر خطا ورها خوا او له تېروتنې خوندی نه یم؛ خو دا چې خدای مې په هغه څه کې لاسنیوی وکړي چې تر ما پکې ښه مالک دی، زه او تاسې ټول د هغه پالونکي مملوک بندګان یو، چې بې له هغه کوم پالونکی نشته»

متقیان که وستایل شي، نه غولېږي، نه یې ستایوونکي او نه یې خپل نفس غولولای شي؛ ځکه ځان تر نورو ښه پېژني او خدای تر ځان، پر ځان خورا باخبر بولي او همدا اګاهي یې له غوړه مالانو بچوي او د حق درشل پنا وروړو ته ورکاږي.

علي (ک) : « اللهم لاتواخذنى بما يقولون، واجعلنى افضل مما يظنون و اغفرلى ما لايعلمون –   خدایه په هغه څه مې مه نیسه چې دوی یې وایي او تر هغه څه مې اوچت کړه چې دوی انګېري، او پرڅه چې نپوهېږي، راته یې راوبښه»

پر ذهن او فکر، د غوړمالانو یرغل اغېز پرېباسي،او غالبا د انسان نفس ددې ډول یرغلونو پر وړاندې خوندی پاتې کېدای نشي؛ نو ځکه فرض دي چې انسان له دغسې حالاتو او وګړیو وتښتي او د ودې لاره چاره ورته چمتو نکړي. او که په کوم ځای کې له ناچاری دغسې چار رامخې ته شو، باید ځان ته په وریادونه او هم خدای ته په پنا وروړو، د غوړه مالۍ خطر او آفت کم او لا کم کړي.

د متقیانو بهرنۍ ځانګړنې

د متقیانو چې ډېرې ځانګړنې وویل شوې، د دنننیو چارو په اړه یې وې؛ یعنې په ډاګه یې دا ځانګړنې په کړو وړو کې لیدای نشو. د شپو شپو عبادت، د نفس ټپسورول او …داسې کړنې نه دي چې دوی یې نورو ته وروښیي او یا نور ترې خبر کړای شي. علي(ک) د متقیانو داسې نښې روایتوي، چې په کړنو کې یې ښکاره کېږي، که څه له دنننیو ځانګړنو سر چینه اخلي.

علي (ک) : « فمن علامه احدهم انك ترى له قوه فى دين و حزما فى لين و ايمانا فى يقين – د هریو متقي نښه داده، چې په دین کې ځواکمن او پیاوړی دی له نرمۍ سره مل حزم او له يقين سره مل ايمان لري.»

حزم يې اوږداندي (دورانديشي) مانا کړې او دې ته وايي چې انسان له پښېمانۍ ساتي ، علی (ک) په خپلو ويناوو کې همدې مانا ته اشاره کړې چې: « ثمره التفريط الندامه و ثمره الحزم السلامه (نهج البلاغه، کلمات قصار ۱۸۱)

«پښېماني د تفريط پايله ده او سلامتي د اوږداندۍ»

تمه مهمترين څيز دی، چې له انسانه اوږداندي او لرویني اخلي او د عقل د سترګو پرده ده او پخپله علي(ک) وویل چې: اكثر مصارع العقول تحت بروق المطامع

« تمې چې راولاړې شي؛ نو ډېری وخت عقلونه لوېږي».

 تمه د اوږد اندۍ خنډ دی

(مريد، خوند، ناڅيزه ګټو، د سيال ځپلو، او ….ته) تمه کول، داوري تتوي او انسان د چارو پای ليدای نشي. او عاقبت نه ليدل، پښېماني راولي. مولوی وصيت راته کوي. که کوم مجلس ته يې وبللې، د کوچنيانو په څېر زړه مه خوشحالوه او مه وايه چې مريدان او پېريدونکي ډېر شوي او بازار مې تود شوی دی. حزم دادی چې د ناروغۍ پلمه وکړې او ورنشې. حزم دادی چې له دې غفلت پلوره غوړه مالانو او مريدانو ډډه وکړې. حزم دادی چې د عمر او ځان ګټه دې غلو ته ورنکړې:

حزم ته يې بدګوماني ويلې ده او ان په همدې مضمون يې له پېغمبره (ص) روایت راوړی دی. راز يې دادی چې انسان بايد ګردې نړۍ او ټولو خلکو ته د دښمن په سترګو وويني او حزم ددښمن پر وړاندې واجب دي( تر هغې چې ثابت شي، دوستان هم پکې شته):

آدمى خوارند اغلب مردمان        از سلام عليك‏شان كم جوامان‏

(مثنوى، دویم دفتر، 251 بیت)

 يعنې «اغلب خلک ادم خواره دي؛ نو له سلام اچولو يې لږ امان غواړه»

خو نبايد همدا حزم، له تاوتريخوالي سره مل شي او نور وځوروي، چې دا هم بې حزمي ده. نو د مؤمن نښه د نرمۍ او اوږداندۍ ګډوډول دي. غوسه او تاوتريخوالی، د عقل او قضاوت پردې دي او که عقل والوت؛ نو کومه اوږداندي به پاتې شي؟ خو دينداري، مرتبې او درجې لري او دا چې ديانت يوازې يو نظري چار نه دی او عمل هم رانغاړي، په عمل کې د دينولۍ قوت او قدرت هم ښکاره کېږي، نه يوازې په نظر کې؛ ځکه د هر نفساني چار قوت په عمل کې ځان راښکاره کوي. دا چې ويل کيږي، ځينې پياوړې ارادې لري او ځينې کمزورې، دا يې له عمله پوهېږي؛ ځکه بې د عمل له ډګره، د ارادې پياوړيتوب او کمزوري نه په ګوتو کېږي. د اخلاقو په علم کې هم سخي هغه ته ويل کېږي، چې سخاوت کاره وي، همدغسَې سګرټي هغه دی چې ډېر سګرټ څښي.

د اسلام راوړل، يو تن د مسلمانانو کړۍ ته ورننباسي او د فقهې احکام يې ملاتړ کوي. د اسلام دا ظاهري اظهار، يو ډول دينداري ده؛ خو واقعي دينداري د اسلام تر ښکاره کولو ‌ډېره ورهخواده. که څوک ووايي چې مسلمان دی؛ خو لمونځ نه کوي، موږ نشو ويلای چې مسلمان نه دی او په اړه يې د فقهې احکام عملي نه کړو، خو په اسانۍ مومو چې په ديندارۍ کې يې نيمګړتيا ده؛ ځکه عمل نلري؛ ځکه عمل، د دين برخه او د انسان د ديانت يوه برخه ده، نه دا چې ددين مېوه او حاصل وي. او لکه څنګه چې په رواياتو کې راغلي دي: « پر ارکانو عمل کول، د مؤمن د ايمان او ديانت برخه ده[4]»

نو په دين کې د قوت لازمه، په عمل کې قوت دی او د امام علي (ک) د خبرې له لوازمو هم دا ده، چې متقيان په عمل کې په ديني احکامو قوي دي؛ نو ځکه دينوالي او ايمان زياتی کمی مومي او نبايد ايمان داسي تعريف کړو، چې نيمګړتيا پکې سوړه نشي کړای.

«خلک د ايمان له پلوه، په بېلا بېلو مرتبو کې دي[5]»

ځینې بايد د يوې مور په څېر چې خپل بچی ساتي، خپل ايمان دې وساتي، چې ايمان يې څه زيان ونه مومي او پخپله سست نشي:

همچو مادر بر بچه لرزيم بر ايمان خويش        از چه لرزد آن ظريف سر به سر ايمان شده؟

(كليات شمس، غزل 2370)

يعنې « د مور په څېر پر بچي پر خپل ايمان لړزېږم، هغه ظريف له څه لړزي (چې) سر په سر ايمان شوی دی»

او داسې کسان هم شته چې وجود يې له سره تر پښو ايمان دی او هيڅ چار يې سستولای او ايمان يې لړزولای نشي[6].

ډېری ایمانونه له یقین سره اخږل شوي نه دي او یقینوال هم ډېر لږ دي او یقین ډېر لږ نعمت دی، چې خدای په خلکو کې ویشلی دی او له همدې لامله، شونې ده مومن مرتد شي او کفر ته واوړي[7].

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ آمَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ ازْدَادُواْ كُفْرًا لَّمْ يَكُنِ اللّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلاَ لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلًا  (نساء/۱۳۷) = په رښتيا هغوى چې ايمان راووړ، بيا كافر شول، بيا يې هم ايمان راووړ بيا كافر شول او ورپسې يې خپل كفر پياوړى هم كړ؛(نو) خداى به يې هېڅكله و نه بښي او نه (سمه) لار ورښيي .

له یقین سره اخږل شوی ایمان

د متقیانو عمل چې د تزلزل نه منوونکي یقین بچی یې دی، دغسې دی چې علي بن ابی طالب یې وايي:

و الله لو اعطيت الاقاليم السبعه بما تحت افلاكها على ان اعصى الله فى نمله اسلبها جلب شعيره ما فعلت. و ان دنياكم عندى لاهون من ورقه فى فم جراده تقضمها، ما لعلى و لنعيم يفنى و لذه لاتبقى. نعوذ بالله من سبات العقل و قبح الزلل و به نستعين

(نهج‏البلاغه، خطبه‏ 224 مه خطبه)

پر خدای قسم، که اوه ګوني اقالیم له ورسره څېزونو راکړي چې دومره له خدایه سرغړونه وکړم، چې د میږي په خوله کې د اوربشې پوټکي راواخلم نو کله به هم دغسې ونه کړم؛ ځکه دنیا مو د ملخ په خوله کې تر ژولې پاڼې را ته بې ارزښته ده. د علي له دې ناپاییدونکیو نعمتونو او خوندونو سره څه کار؟ له خدایه پناه غواړم، چې عقل مې وېده نشي او د ښوییدنو له بدرنګۍ مې وساتي او لاسنیوی ترې غواړم.

د ایمانونو توپیر، توپیریزعملي اثار رادبره کوي او له ټولو د یو رنګ عمل انتظار درلودای نشو[8]. او البته د متقیانو ایمان او همدارنګه کړه وړه یې، ټینګ او بې خلله دي. یقیني ایمان، مېړانه زیږوي او کمزوری ایمان، په عمل کې زړه نازړه توب او شکمني نه څنډي. پېغمبران چې زړه ور وو، راز یې دا و، چې یقین والا وو:

من نلافم ور بلافم همچو آب        نيست در آتش كشى‏ام اضطراب‏

هر كه از خورشيد باشد پشت گرم        سخت‏رو باشد نه بيم او را نه شرم‏

هر پيمبر سخت‏رو بد در جهان        يك سواره كوفت بر جيش شهان‏

من چو اسماعيليانم بى‏حذر        بل چو اسماعيل آزادم ز سر

فارغم از طمطراق و از ريا        قل تعالوا گفت جانم را بيا

(مثنوى، درېیم دفتر ، 4137 او 4139 او 4141 او 4101 او 4102 بیتونه)

اين تردد عقبه راه حق است        اى خنك آن را كه پايش مطلق است‏

(مثنوى، درېیم دفتر، بيت 490)

و ايمانا فى يقين

لکه چې ومو ویل ایمان مرتبې او درجې لري او عملي کېدل یې تر اسلام راوړو او الهي اوامرو او نواهیو روسته دي:

قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِن قُولُوا أَسْلَمْنَا (حجرات/۱۴) = (بېدياني) عربان وايي : ((چې ايمان مو راوړى دى))،(پېغمبره) ووايه : (( ايمان مو راوړى نه دى؛ خو(غوره ده چې) ووايئ : اسلام مو راووړ))

 ایمان او یقین

مسلمانېدل، د مسلمانۍ په فقهي احکامو کې د ورننوتو لاملېږي او د اسلامي قوانینو له ظاهري ټولو امتیازاتو ځنې برخمنېږی. خو د خدای په نزد د بشر د کړووړو ثواب، یوازې په ایمان پورې تړاو لري. امام صادق (رح) ویلي: « الاسلام يحقن به الدم و تودى به الامانه و تستحل به الفروج و الثواب على الايمان[9] –  اسلام لاملېږی چې د یو تن وینه او ځان محترم او خوندي شي، امانت یې ورکړای شي او نکاح ورته حلاله شي؛ خو ثواب د ایمان پر وړاندې دی»

اسلام تر ایمان عمومي دی؛ یعنې هر مؤمن مسلمان دی؛ خو هر مسلمان مؤمن نه دی، په بل روایت کې امام صادق پوښتي: « اخبرنى عن الاسلام و الايمان اهما مختلفان؟ – ايا اسلام او ايمان دوه بېلا بېل څېزونه دي؟»

امام په ځواب کې وايي: « ان الايمان يشارك الاسلام و الاسلام لايشارك الايمان – هر ايمان اسلام ته قرين او ورنژدې دی؛ خو هر اسلام راوړل، ايمان ته ور نژدې نه دی[10]»

ايمان تر اسلام اوچت دی[11].

ځکه اسلام يوازې په ژبه اعتراف او ظاهري کردار دی؛ خو ايمان يو څيز دی چې په زړه کې استقرار مومي[12].  ایمان هغه دی چې انسان ته امن او ډاډ ورکوي او له اندېښنو يې ژغوري؛ خو دا د يقين يوه خورا ټيټه مرتبه ده او کله زايلېدای او له منځه تلای هم شي. تر دې روسته، د عين اليقين او رؤيت مرتبه دی، چې ډېره اوچته ده او تر دې روسته، د حق اليقين مرتبه ده. په عين حال کې ايمان يوازې علمي اړخ نلري؛ بلکې اراده هم پکې شته. په بله وينا په ايمان کې هم علم او هم د انسان اراده برخمنه او دخيله ده او له همدې لامله ايمان، انسان عمل ته هڅوي،خو علم په یوازې ځان داسې نشي کړای. ته وا دا ايمان د درک کوونکي (مدرکه) ځواک او خوځونکي(محرکه)ځواک نښلونکې کړۍ ده.

ابراهيم (ع) وينو، چې په عين پېغمبرۍ کې بې قراره دی او د زړه د ارامتيا او ډاډمنيدو په لټه کې دی:

لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِي (بقره، ۲۶۰ آيت)

او موسی (ع) هم د پرښتې په څېر، خوله په دعا پرانزي:

گفت موسى اى كريم كارساز        اى به يك دم ذكر تو عمر دراز

نقش كژ مژ ديدم اندر آب و گل        چون ملايك اعتراضى كرد دل‏

كه چه مقصود است نقشى ساختن        و اندرو تخم فساد انداختن‏

آتش ظلم و فساد افروختن        مسجد و سجده‏كنان را سوختن‏

مايه‏ى خونابه زردآبه را        جوش دادن از براى لابه را

من يقين دانم كه عين حكمت است        ليك مقصودم عيان و رويت است‏

آن يقين مى‏گويدم خاموش كن        حرص رويت گويدم نه، جوش كن‏

مر ملايك را نمودى سر خويش        كين چنين نوشى همى ارزد به نيش‏

(مثنوى، دویم دفتر، 1816 -1823 بیتونه)

د زړه بې قراري د يقين موندنې لپاره ده او دا يو ډېر کمياب او لږ موندونکی څيز دی او په سختۍ تر لاسه کېږي:

يقين يو کمياب نعمت دی

و ما من شى‏ء اعز من اليقين[13]

«تر يقين نادرتر څيز نشته.»

و ما قسم فى الناس شى‏ء اقل من اليقين[14]

«د يقين د کمۍ هومره کوم څيز په خلکو کې ويشل شوی نه دی»

د امام صادق ځانګړی ملګری ابوبصير، وايي، امام راته وويل: ايا اسلام کومه مرتبه لري؟ ومې ويل: هو. ويې ويل: او تقوا تر ايمان ور اوچته ده. ومې ويل: هو. ويې ويل: او يقين تر تقوا ور اوچت دی. ومې ويل: هو، ويې ويل: خلکو ته د يقين د کمښت او قلت هومره څه ورکړل شوي نه دي او تاسې د اسلام پر خورا ټيټه مرتبه منګولې لګولي دي، ځان ته مو پام وي، هسې نه چې دا مو هم له منګولو ووځي[15].

 يقين د معنوي سلوک زوکړه ده

يقين، د فقهي، عقلي او فلسفي ويينو حاصل نه دی؛ ځکه له دې ډول ويينو سره هيڅ جرړه نلري. يقين بايد يوازې په مانيز – معنوي سلوک کې ولټو او د الهي مشرانو د ښوونو له بهيره يې ترلاسه کړو. ښايي ددې مسئلې راز، چې په تېرو کې زموږ يو شمېر بزرګانو، له علومو او فلسفي ښوونځيو سره مخالفت کاوه، په دې کې وي،چې ګروهن وو، څه چې د انبياوو له ښونځيو زده کولی او يقين ترې ترلاسه کولای شو، له فلسفي ښونځيو يې نشو زده کولای.

ديني يقين، زړه ورتوب زيږوي نه فلسفي يقين

د انبياوو له ښوونو ترلاسه شوی يقين، انسان ته شجاعت او مېړانه ورکوې چې کله هم فلسفه او منطق دا کار نشي کړای: «تعرف الاشجار باثمارها: ونه يې له مېوې پېژني.»

يو فيلسوف هم په خپلو لارويانو کې د مړانې او جسارت هغه روح پوکلای نه دی، چې انبياوو په خپلو لارويانو کې پوکلی دی. که په ټولنو کې عشق او څه سرښندنه موندل کېږي، د هغو تخمونو پايله ده، چې انبياوو د بشريت د فرهنګ په ټاټوبې کې کرلي دي.

دين په يوه لار ځي او فلسفه پر بله او دواړو ته درناوي نبايد ددې لامل شي چې تر منځ يې په يووالي قايل شو. کوم يقين چې انبياوو له نژدې لارې خلکو ته ډالۍ راووړ او کومه مينه او الفت يې چې د خدای او خلکو ترمنځ رادبره کړ، کله هم د بې دينه ښوونځيو د مشرانو په ښوونه رادبره شوی نه دی. ديني يقين انسان ته د مينې او بې پايه عشق زيږوونکی دی، چېرې چې عشق وي، هلته يقين شته او چېرې چې يقين موندل کېږي، عشق هم موندلای شو، څوک چې پر محبوب زړه ونه بايلي، ځار به ترې نشي. هغه چې د خپلو لارويانو په زړه کې د ايمان او يقين روح ونشي پوکلای، د دوی له ځارېدنې او سرښندنې به بې برخې پاتې شي.

د مولوی په څېر عارفان چې له «تقليد او تحقيقه[16]» خبرې کوي، «باخت و شناخت[17]»«راز و ناز[18]» او «اداب داني و سوخته جاني[19]» يو د بل پر وړاندې ږدي، د دين او فلسفې توپير يا په دوی کې يې له غوره او سوچه لاس ته راغلي احوال ته ور پام و. حکيمان راز پوهېدونکي دي؛ خو عارفان د معشوق ناز وړي. بايلوونکي (اهل باخت) هغه کسان دي، چې په معشوق کې له سختې فنا، ځان نه مومې؛ خو پېژندونکي (اهل شناخت) ترې خپلواکي لري. د مولوی په تعبير تقليدي علم «عاريه» او امانتي دی؛ خو تحقيقي علم عين روح دی، لکه د ګدا په څېر په تقليد د خدای ياونه؛ خو متقي د زړه له کومي او عين روحه خدای يادوي:

آن گدا گويد خدا از بهر نان        متقى گويد خدا از عين جان‏

از محقق تا مقلد فرقهاست        كان چو داود است و اين ديگر صداست‏

(مثنوى، دویم دفتر، بيتونه 494 و 498)

او همدا مقلدين دي، چې د ړوند په څېر لارښود (ديده بان) ته اړتيا لري، چې همدا پېغمبران دي:

آن مقلد صد دليل و صد بيان        در زبان دارد ندارد هيچ جان‏

(مثنوى،  پنځم دفتر، 2480 بیت)

پر مرګ د ډېری خلکو يقين له تقليدي يقينونو څخه دی. له چا چې وپوښتې، ايا وبه مري؟ په ځواب کې به ووايي، د مرګ په اړه خو څه پوښتنه نه کيږي، ټول به ومري او زه هم. خو کړو وړو او چلن ته يې ووېنی چې له مرګ نا خبره سره يې په چلن کې توپير شته؟ يقين، د انسان په ځان کې د يو حالت او روحيي کېناستل دي، چې ګرد اندامونه خضوع ورته کوي او لاس په نامه ورته ولاړ وي او د انسان پر ټولو کړنو اغېز شيندي.

د ايمان نښې

خو ايمان، د «ايمان د نښو په اړه» له معصومينو ډېر روايت راغلي، له دې ځنې د علي (ک) دا څرګند او حکيمانه کلام دی : « الايمان ان توثر الصدق حيث يضرك على الكذب حيث ينفعك و ان لايكون فى حديثك فضل عن عملك و ان تتقى الله فى حديث غيرك» (نهج‏البلاغه، كلمات قصار 458)

«ايمان دادی چې رښتيا ويل پر دروغو ويلو غوره کړې، که څه رښتيا درته زيانمن او دروغ درته ګټور وي او هم ايمان دادی چې په خبره کې دې تر کړنو (يا پوهې) ډېر څه نه وي او د بل په اړه خبرو کولو کې الهي تقوا ولرې»

علي (ک) په دې وينا کې ايمان ته درې نښې يادوي، چې ګردې په ژبې پورې اړوندېږي او د انسان په ايمان ښوولو کې د ژبې مهمه ونډه ښکاره کوي.

علي  (ک) د پېغمبر اکرم (ص) له خولې دا خبره هم روايتوي: « قال رسول‏الله صلى الله عليه و آله: لا يستقيم ايمان عبد حتى يستقيم قلبه و لا يستقيم قلبه. حتى يستقيم لسانن »(نهج‏البلاغه، خطبه‏ى 176)

«د يو تن ايمان هله سمېږي او استقامت مومي، چې زړه يې سم شي او زړه يې هله سمېږي چې ژبه يې سمه شي.»

د ژبې سموالی هم د ايمان نښه ده او هم د ايمان علت دی او هم يې معلول دی. مؤمن، د خپلې ژبې پاسوال دی او د ژبې ساتنه پر ايمان ورزياتوي. هم ايمان د ژبې ساتنې لامل او رادبره کوونکی کېږي او هم د ژبې ساتنه، د ايمان د کمال لاملېږي.

ځان دروند دروند ښودول، له ايمان سره اړخ نه لګوي

رښتيا ويل د ايمان ړومبی نښه ده او دويمه نښه يې داده، چې د انسان په خبرو کې داسې څه رانشي چې دده د «علم» نه درلودو يا «عمل» نه درلوده ښودونکی وي. داسې وښيي چې وياند عالم يا د هغو چارو عامل دی، چې په واقع کې نه دی. علمي يا عملي لاپې شاپې وهل د مؤمن شان نه دی. ځينې په يو ډول خبرې کوي چې ته وا له خوالو ډک دی او خوله يې موم کړې، هسې نه چې نامحرم ترې پټ رازونه وتښتوي. د ځان دا ډول ښودنه د دوی تشوالی او نا پرهيزګاري ښيي. څوک چې د خوالو او رازونو درلودونکی او حامل وي،همدغه حالت ورته ډېر خوږ وي. هغه چې نورو ته په رازونو راسپړلو لګيا کېږي، چې پام يې راواړوي، هيڅ راز حامل او درلودونکی نه دی. د هغه چې محبوب يې مخلوق وي ، پخپل سینه کې د خالق څه راز ساتلای شي؟ پر دې سربېره د راز پوهېدنې پرله پسې ښودانه ښيي چې دا کس نه دا راز حامل دی او نه يې وړ دي.

آن كه چون پسته ديدمش همه مغز        پوست بر پوست بود همچو پياز

پارسايان روى در مخلوق        پشت بر قبله مى‏كنند نماز

(كليات سعدى، ص 93)

 له مقام سره مينه، د متقي توب خلاف چار دی

د دروغو لاپې شاپې کول او په دې توګه د مخلوق په زړه کې ځای پیدا کول، له مقام سره د مینې نښه ده، چې دا چار پعه ایمان کې عین خلل دی.

آخر ما يخرج من قلوب الصديقين حب الجاه[20]

« له مقام سره مینه روستی څیز دی، چې د رښتونو له زړه وځي»

وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا (فرقان/۶۳) = او د لوراند (خداى ځانګړي) بندګان هغوى دي،چې پر ځمكه بې كبره درومي.

مفسرانو پورته آیت داسې تفسیر کړی، چې د عِبَادُ الرَّحْمَنِ – لوراند بندګان متکلفین نه دي او د څه چې ځان وړ نه بولي په ځان پورې یې نه تړي. او دا مطلب آن په تګ کې یې هم ښکارېږي. په تګ کې نه سینه وباسي چې وویاړي، او نه عاجز عاجز غوندې ځي چې ځان زاهد وښيي، نه داسې جامې اغوندي چې ځان مړو او غنیانو ته ورنژدې کړي او نه د نېستمنو جامې لري، چې زهد ښودانه وکړي، لکه څنګه چې دي هماغسې دي. خدای ته یې ورپام دی او حاضر و ناظر یې بولي.

د نورو په باب د انصاف خبره کول څومره ستونزمنه ده. باید د همېشني دستورالعمل په پامنیوي کړنې وکړو چې : څه چې ځان ته نه خوښوې، نورو ته یې هم مه خوښوه. که له ځانه سل دفاع کوې، نور په ډېره لږه پلمه مه غنده، که غواړې څوک دې د کار له بدرنګۍ خبر نشي، د نورو بدۍ مه راسپړه او د سعدي په وینا:

من شنيدم ز پير دانشمند        تو هم از من به ياد دار اين پند

آنچه بر نفس خويش نپسندى        نيز بر نفس ديگرى مپسند

یعنې « له پوه پيره مې اورېدلي، ته هم دا پند رانه زده کړه، څه چې ځان ته نه خوښوې، نورو ته یې هم مه خوښوه».

 

 

[1]  شاعر وايي : بنده عجب دی عجب پیدا دی — کور یې په خاورو کې ځای یې اسمان دی

[2] الصحيفه السجاديه، دعاءه فى مكارم الاخلاق

[3]  النازعات/۲۴

[4] قلت (لابى عبدالله). العمل من الايمان؟ قال: نعم الايمان لايكون الا بعمل و العمل منخ و لا يثبت الايمان الا بعمل (اصول كافى كتاب، الايمان و الكفر، باب فى ان الايمان مبثوت لجوارح البدن كلها، حديث 3، «او د همدې سرچینې 1 او 6 او 7 او 8 احادیث ».).
[5] الزبيرى عن ابى‏عبدالله (ع) قال، قلت له: ان للايمان درجات و منازل يتفاضل المومنون فيها عندالله؟ قال نعم… ان الله سبق بين المومنين كما يسبق بين الخيل يوم الرهان…» «اصول كافى كتاب الايمان و الكفر، باب السبق الى الايمان . همدا سرچینه، باب درجات الايمان

[6] د شرع په احکامو کې راغلي، چې څوک حق نلري په اسلامي ټولنه کې، شبهې خپرې کړي او هم نباید ضاله کتابونه خپاره شي. دا احکام ددې لپاره دي، چې شارع پوهېږي، چې د ډېری خلکو ایمان د تقلید له مخې دی او له شبهاتو سره د مقابلې وس نلري او که له کفر پلوو سره ورمخ شي نو د څنځلې په څېر به پر خپل ایمان لړزېږي؛ نو ځکه د ځانګړو احکامو په وضع کولو سره د شبهاتو پر وړاندې ولاړ او د عوامو په لړزنده افکارو او ایمان کې یې د شبهاتو د ورننوتو مخه نیولې ده. تقلیدی او په پټو سترګو ایمان، په عین لړزان والي کې، ایمان دی او یو نعمت دی چې خدای ورپېرزوکړی او باید وساتل شي

[7] دا چې ځینو کلامیانو ویل، مؤمن کله هم نه کافرېږي، راز یې دا و چې ایمان یې له یقین سره یو رنګ او مساوي تعریفاوه او که موږ هم له ایمانه دغسې تعریف لرو او له یقین سره یې په یوه کتار کې ونیسو؛ نو کمی زیاتی او بر کفر اورېدل یې منلای نشو. همدغسې که د یوې ماڼۍ او بنا استحکام له مطلق خلل ناپذیری سره مساوي وبولو؛ نو ویجاړېدل یې نشو منلای او که یوه ورځ ویجاړه شوه؛ نو حکم کوو چې له پیله ټینګه او مستحکمه نه وه! خو حق دادی چې ایمان له خلل ناپذیر یقین سره مرادف نه دی، او کمی زیاتی او ارتداد رانغاړي

[8] قال لى ابوعبدالله (ص): يا عبدالعزيز ان الايمان عشر درجات بمنزله المسلم يصعد منه مرقاه بعد مرقاه فلا يقولن صاحب الاثنين لصاحب الواحد: لست على شى‏ء… فلا تسقط من هو دونك فيسقطك من هو فوقك و اذا رايت من هو اسفل منك بدرجه فارفعه اليك برفق و لا تحملن عليه ما لا يطيق فتكسره فان من كسر مومنا فعليه جبره. اصول كافى، كتاب الايمان و الكفر، باب آخر من درجات الايمان، حديث 2.

[9] اصول كافى، كتاب الايمان و الكفر، باب ان الاسلام يحقن به الدم و ان الثواب على الايمان، حديث 1 و 6.

[10] اصول كافى، كتاب الايمان و الكفر، باب ان الايمان يشرك الاسلام و الاسلام لا يشرك الايمان، حديث 1.

[11] الايمان ارفع من الاسلام )باب ان الايمان يشرك الاسلام و الاسلام لا يشرك الايمان، حديث 4(.

[12] الايمان ما استقر فى القلب… والسلام ما ظهر من قول او فعل… (باب ان الايمان يشرك الاسلام و الاسلام لا يشرك الايمان، حديث 5).

[13] الايمان ارفع من الاسلام، باب فضل الايمان على الاسلام و اليقين على الايمان، حديث 1.

[14] الايمان ارفع من الاسلام، حديث 2. و نيز: »لم يقسم بين الناس شى‏ء اقل من اليقين…« باب فضل الايمان على الاسلام و اليقين على الايمان، حديث 5 و 6(.

[15] عن ابى‏بصير قال: قال لى ابوعبدالله )ع( يا ابامحمد الاسلام درجه قال قلت نعم. قال: و الايمان على الاسلام درجه؟ قال قلت: نعم… قال: فما اوبى الناس اقل من اليقين و انما تمسكتم بادنى الاسلام فاياكم ان ينفلت من ايديكم. )پيشين، حديث 4(.

[16] علم تقليدى كه آن بى‏جان بود || طالب روى خريداران بود علم تقليدى وبال جان ماست || عاريه است و ما نشسته كان ماست‏ )مثنوى، دفتر دوم، ابيات 2327( علم تقليدى بود بهر فروخت || چون نيابد مشترى خوش برفروخت‏ )مثنوى، دفتر دوم، ابيات 3265( مشترى علم تحقيقى حق است || دائما بازار او با رونق است‏ )مثنوى، دویم دفتر ، بيت 3266(.
[17]  آفتى نبود بتر از ناشناخت || تو بر يار و ندانى عشق باخت‏ )مثنوى، دفتر سوم، بيت 3781(.

[18] چون ز راز و ناز او گويد زبان || يا جميل الستر خواند آسمان‏ ستر چه در پشم و پنبه آذر است || تو همى پوشيش او پيداتر است‏ )مثنوى، دفتر سوم، ابيات 4732 -4733(.

[19] موسيا آداب‏دانان ديگرند || سوخته جان و روانان ديگرند )مثنوى، دویم دفتر ، بيت 1764(.

[20] ربع المهلكات (احياء علوم‏الدين و المحجه‏البيضاء).

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!