تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د نبوت پاى پېغمبران له ټولو فرعي اړپېچونو سره په يو ښوونځي پورې د اړوند پيغام راوړونکي ول . دا ښوونځى د انساني ټولنې د استعداد له مخې راوړاندې شوى دى. تردې چې بشر داسې ځاى ته ورسېد،چې دا ښوونځى ورته جامع او بشپړ راوړاندې کړاى شو او دې ټکي  ته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د نبوت پاى

پېغمبران له ټولو فرعي اړپېچونو سره په يو ښوونځي پورې د اړوند پيغام راوړونکي ول . دا ښوونځى د انساني ټولنې د استعداد له مخې راوړاندې شوى دى. تردې چې بشر داسې ځاى ته ورسېد،چې دا ښوونځى ورته جامع او بشپړ راوړاندې کړاى شو او دې ټکي  ته چې راورسېد؛نو نبوت پاى ته ورسېد؛هغه چې دا ښوونځى پرې بشپړ راوړاندې شو؛حضرت محمد بن عبدالله صلى الله عليه و آله وسلم دى؛لکه څنګه چې قرآن کريم وايي:((وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلاً لاَّ مُبَدِّلِ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ [1] = د رښتينولۍ او عدالت له مخې د پالونکي وينا دې (بيخي په تول) پوره ده،هېڅوك يې خبرې بدلولاى نشي او هغه اورېدونكى (او) پوه دى .))

حضرت محمد (ص) د پېغمبرانو خاتم دى

د اسلام پېغمبر (ص) د پېغمبرانو (ع) خاتم او د خداى وروستى استازى دى. په دې اړه قرآن شريف  وايي : ((مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ[2]= محمد(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونکى دى .))

پوښتنه : ولې د نبوت پړاو پر حضرت محمد (ص)  پاى ته ورسېد؟

ځواب :نوي پېغمبر ته اړتيا هله پيدا کېږي،چې په پخواني کتاب او دين کې اړونه راشي؛نو د قرآن شريف ان يو ټکى هم اړول شوی نه دى او داسې څه به نه وي،چې قرآن شريف ورته ځواب نه وي ورکړى؛نو نوي پېغمبر ته څه اړتيا ده ؟

که پخواني اسماني کتابونو ته لنډه کتنه وشي؛نو دومره اړونې پکې شوي،چې  انسان يې په ويلو شرمېږي. بلخوا يو نالوستى،چې لرې ځاى ته سفر وکړي؛نو دلته بې له دې بله چاره نه لرو،چې کوڅه په کوڅه پته ورته ورکړو؛خو که همدې ځاى ته يو لوستى ځي؛نو بسيا ده،چې د يوې ټوليزې پتې او د ښار د نقشې په ورکولو خپله لار پيدا کړي.

پخوانيو ټولنو خو دومره وده نه وه کړې؛نو کوڅه په کوڅه پته ورته پکار وه؛خو ټولنو،چې وده وکړه؛نو که ټوليزه نقشه هم ورکړ شي؛نو خپله لار پيدا کوي او نېغ لارښود (پېغمبر) ته اړتيا نه پيدا کوي؛البته د قانون ساتنې او پلي کولو ته د امامانو او فقهاو شتون پکار دى.

بل مطلب داچې پخوانيو پېغمبرانو(بې له څو تنو)معمولاً کتاب نه درلود او ډېرى يې د نورو سترو پېغمبرانو لارښوونې تبليغولې او داسې نه ول،چې ټول تېر شوي پېغمبران د کتاب خاوندان ول؛نو پر دې بنسټ د امامانو او د متقي اسلام پوهانو په شتون کې بل پېغمبر ته اړتيا نه پيدا کېږي؛ځکه د دين تبليغ د دين عادل عالمان هم کولاى شي؛ځکه نه ښايي له اجتهاده سترګې پټې کړو؛ځکه عادل فقهاء د اسلام د ټوليزو قوانينو په رڼا کې کړاى شي له قرآن شريف او سنتو اسلامي حکم راوباسي.

د خاتميت دليلونه

 ددې خبرې د جوتولو لپاره دليلونه ډېردي؛خو روښانه يې دا درې دي :

١- ددې مسئلې اړتيا:

 و مو ويل: د نړۍ په هر ګوټ کې که له هر مسلمان سره مخ شئ؛نو د اسلام د پېغمبر پر خاتميت ګروهن دی؛نو چاچې د دليل او سول-منطق له لارې اسلام منلى وي؛نو بې د خاتميت د آر-اصل له منلو به هېڅ چاره نه لري او همدغسې په تېرو مخونو کې مو ددې دين حقانيت جوت کړ؛نو بايد خاتميت هم ومنو،چې ددې دين له ضرورياتو ځنې دى.

٢-د قرآن آيتونوهم په ډاګه د پېغمبر د خاتميت خبره کوي؛لکه :

((مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِن رِّجَالِكُمْ وَلكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْ‏ءٍ عَلِيماً [3]= محمد(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونکى دى او خداى پر هر څه ښه پوه دى. ))

 دا تعبير هله وکارېد،چې د “زوى ويلي” خبرې په عربو کې دود درلود؛ يعنې هغه چې له بل موروپلاره رېږېدلی و؛خو خپل اولاد يې ګاڼه او د يو حقيقي زوى په څېر يې په کور کې محرمېده او ميراث هم ورسېده؛  خو اسلام راغى او د جاهليت دا دود يې له منځه يووړ،و يې ويل: زوى ويلى هېڅکله د حقيقي اولاد په څېر حقوقي او شرعي حقونه نه لري، چې “زيد” هم پکې شامل و،چې پېغمبراکرم ورته زوى ويلى و؛خو د پېغمبر زوى نه و؛نو ددې پر ځاى،چې د اسلام پېغمبر د چا پلار معرفي کړي؛هغه يې پر خپل او حقيقي ځانګړنو وستايه؛”رسالت” او بل”خاتميت” .

دا تعبير راښيي،چې د اسلام د پېغمبر خاتميت د رسالت په څېر ټولو ته روښانه او څرګند و.

يوازې پوښتنه،چې پېدا کېږي داده،چې د “خاتميت” حقيقي مفهوم څه دى؟

“خاتم” د “ختم” له مادې اخستل شوى،چې د خلاصونکي پر مانا دى ؛يا په يو څيز،چې يو کار پاى ته ورسي،د بېلګې په توګه : يوه ټاپه،چې د يوه ليک په پاى کې وهل کېږي،ورته “خاتم” وايي او که وګورو،چې ګوتې ته هم “خاتم” ويل کېږي؛ځکه دي،چې هغه مهال ګوته د نوم د ټاپې پرځاى کارېده او هر چا د خپل نوم ټاپه پخپله ګوته کې جوړه کړې وه .

په اسلامي روايتونو کې لولو: رسول الله (ص)،چې غوښتل پاچايانو ته ليک وليکي او اسلام ته يې راوبلي؛نو ورته وويل شو،چې د عجمو واکمنان بې له ټاپې ليک نه قبلوي. تر هغه وخته د  رسول الله (ص) ټول ليکونه ساده او بې ټاپې ول؛نو حکم يې وکړ،چې ورته پر يوه ګوتمه د “لااله الاالله محمد رسول الله (ص)”،غونډله ټاپه کړي او  رسول الله (ص) تردې وروسته حکم کاوه ،چې تر ليکونو لاندې يې دا ټاپه ووهل شي؛ نو د خاتم آريزه مانا پاى ورکوونکى دى.

٣-خورا روايتونه هم شته چې د  رسول الله(ص) خاتميت جوتوي . 

الف : حضرت “جابر بن عبدالله” په يوه معتبرحديث کې د خداى له رسوله رانقل کړي دي:(( په نورو پېغمبرانو(ع) کې مې بېلګه د هغه چا په څېر دى،چې يو ښکلی او بشپړ کور يې جوړ کړى وي؛خو د يوې خښتې ځاى پکې تش وي؛زه هماغه وروستۍ خښته يم او د پېغمبرانو لړۍ پر ما پای ته رسېدلې ده [4]. )) 

 د امام صادق (رح) وينا ده: د حضرت محمد(ص) حلال د قيامت تر ورځې حلال  او حرام يې د قيامت تر ورځې حرام دي [5].

په يوه مشهور حديث کې،چې شيعه او سني دواړو رانقل کړى راغلي: علي! داسې راته يې؛لکه هارون،چې موسى ته و؛خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي .))

 او داسې نور ډېر زيات حديثونه .

د پېغمبراکرم د خاتميت  په باب ځينې پوښتنې ذهن ته راځي، چې څو ته يې مو پام را اړوم :

١-ځينې وايي : که د پېغمبر رالېږل يو نعمت دى؛نو ولې زموږ د وخت خلک له دې نعمته بې برخې دي؟ او يو نوى لارښود ورته نه راځي؟!

په ځواب کې يې وايو: دا ځکه چې همپېري مو په  يوه داسې پړاو کې پراته دي،چې په آنديز او د پوهې په لار کې د بشريت کاروان يو داسې ځاى ته رارسېدلى،چې کړاى شي د اسلام په لارښوونو خپله لار ووهي .

 بده به نه وي،چې يوه بېلګه راوړم: اولوالعزم پېغمبران؛يعنې هغوى چې اسماني کتاب درلود، پينځه تنه ول :((حضرت نوح،حضرت ابراهيم،حضرت موسى ، حضرت عيسى او د اسلام پېغمبر)) چې دوى هر يو د تاريخ په يوه وخت کې د بشر بشپړتيا او لارښوونې ته هڅې وکړې او دا کاروان يې له يوه پړاوه راايستلى او په بل پړاو کې يې بل اولوالعزم پېغمبر ته ورسپارلى دى،چې داسې پړاو ته  راورسېد،چې کړاى شي پخپله لار ووهي،د يوه زده کړيال په څېر،چې د خپل زده کړې پړاوونه تېر کړي او بيا فارغ التحصيل شي .

( البته دلته له زده کړو فراغت مانا نه لري؛بلکې مراد ترې دادى،چې پر خپلو پښولار وهلی شي )

که يو ډاکټر پوهنتون ته نه ځي؛نومانا يې دا نه ده ،چې وړتيا نه لري؛ بلکې ددې لپاره دي،دا څومره معلومات،چې لري،کړاى شي خپلې علمي ستونزې پرې هوارې کړي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

٢-ټولنه تل د بدلون په حال کې ده؛نو څرنګه د اسلام ثابت قوانين کړاى شي د وخت غوښتنو ته ځواب ورکړي؟!

ځواب :اسلام دوه ډوله قوانين لري؛يو لړ قوانين د انسان د ځانګړنو په څېر ثابت دي ؛لکه پر توحيد ګروهه،د عدالت د آرونو پلي کول،له هر ډول ظلم سره مبارزه؛خو بله برخه يو لړ ټوليز او هراړخيز آرونه دي، چې د موضاعوتو په بدلېدو يې بڼه بدلېږي،چې د هر وخت غوښتنو ته ځواب ورکوي؛د بېلګې په توګه : په اسلام کې يو ټوليز آر لرو : (( اوفوابالعقود )) (پر خپلو تړونونو مو ولاړ وسئ )

روښانه ده،چې د وخت په تېرېدو يو لړ ګټور،ټولنيز،سوداګريز او سياسي تړونونه رامنځ ته کېږي،چې کړاى شو د پورتني آر په پامنيوي ځواب ورکړو .

يو بل  آر لرو: هر حکم او قانون،چې د ټولنې په تاوان وي،بايد محدود کړاى شي.

ګورئ،چې د اسلام ټوليز قوانين څومره چارسازي دي،چې داسې قوانين په اسلام کې خورا زيات دي او په همدې ټوليزو آرونو دي،چې کړاى شو د خپل وخت ستونزو ته ځواب ورکړو.[6]

د اسلام د پېغمبر پر حقانيت يو بل سند

داچې ځان د نبوت د مدعي د بلنې پر حقانيت،يا يې پر دروغو ځان پوه کړو؛نو بې د “اعجاز” له غوښتو بله چاره هم لرو،چې دا پخپله کړاى شي،موخې ته د وررسېدو لپاره يو بل ژوندى دليل وي ،چې دادي :

١-اخلاقي ځانګړنې او ټولنيزه مخينه .

٢-هغه شرايط،چې د بلنې پر چاپيرېال واکمن دي .

٣-د وخت شرايط .

٤-د بلنې منځپانګه .

٥-پلي کوونکې کړلارې او موخې ته د وررسېدو وزلې .

٦-د بلنې پرچاپېريال د بلنې اغېز.

٧-بلنه ورکوونکى څومره پر خپله بلنه ايمان لري او ورته سرښندنه کوي .

٨-له کږو وړانديزونو سره جوړجاړى نه کول .

٩-پرعمومى افکارو د اغېز چټکتيا.

١٠-داچې لارويان او پلويان يې څوک ول .

څه چې پورته وويل شول،د اسلام د پېغمبر په باب ورته يوه لڼده کتنه کوو.

١-د اسلام د پېغمبر دوست او دښمن ټول يوه خوله دي او تاريخ هم دا خبره ليکلې،چې  رسول الله (ص) دومره پاک او سم سړى و،چې ان د جاهليت پر وخت يې د امين لقب درلود،تاريخ ليکي:چې رسول الله (ص) غوښتل مدينې ته هجرت وکړي؛نو علي ته يې دنده ورکړه،چې ورسره د خلکو امانتونه يې خاوندانو ته ورکړي .

مړانې،صبر،ښه خوى،پراخې سينې،سړيتوب او هله به حيران شئ،چې د مکې تر سوبې وروسته او په ښار کې د اسلام خونړيو دښمنانو ته د عمومي بښنې اعلان،پردې خبرې ژوندى سند دی .

٢-ټول پوه يو،چې معمولي انسانان ان نابغې که وغواړي که نه،د خپل چاپېريال رنګ اخلي؛البته ځينې ډېر او ځينې کم؛اوس پخپله فکر وکړئ،د خلکو ورځنى ژوند،چې شرک او خرافات وي؛نو څرنګه کېداى شي يو کس پکې د توحيد بېرغ هسک او د شرک له ټولو نښو سره مبارزې ته ملا وتړي؟!

څرنګه شونې ده،چې د ناپوهۍ له چاپېرياله د علم لوړه رڼا راوبريخي؟ !

ايا باور کړاى شو بې له الهي پېرزوينو به داسې هېښنده پېښې وشي؟

٣-بايد ووينو،چې ددې پېغمبر د راښکاره کېدو وخت کله و؟ دا خبره د حضرت علي کرم الله وجهه له خولې اورو،چې پخپله د اسلام د مخکې او وروسته حالاتو شاهد و،وايي:((خداى پېغمبر هغه وخت مبعوث کړ، چې خلک په نړۍ کې بې لارې،ورک او سرګردان ول،عقلونه يې وژونکيو ځاني غوښتنو نيولي ول،کبر کندې ته ورګوزار کړي ول،د ناپوهۍ تيارو پر ورانه روان کړي ول او په ناپوهۍ او تشويش کې سرګردان ول. [7]))

فکر وکړئ ! هغه دين،چې شعار يې د انسانانو مساوات او د توکمي او طبقاتي تبعيض له منځه وړل او ((انماالمؤمنون اخوة)) دى،له هغه وخت سره څه تناسب لري؟

٤-د بلنې منځپانګه : په ټولو برخو کې توحيد،د ظالمانه امتيازاتو له منځه وړل،د انسانيت د نړۍ يووالى،له تېري سره مبارزه،د نړيوال حکومت کړلار، له بېوزليو ملاتړ او د انسان د ارزښت په نامه  د انسان لپاره د تقوى،پاکۍ او امانت  قبلول.  

٥-په اجرايي کړلارو کې يې هېڅکله اجازه ورنه کړه،چې د ((موخه وسيلې ته مخونه ورکوي)) له منطقه ګټنه وشي،سپېڅليو موخو ته د وررسېدو لپاره په سپېڅلو وسيلو پسې و او ښکاره يې داخبره کوله : له يوې ډلې سره دښمني مو د عدالت له پلي کولو مخنيوى ونه کړي.

((يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى‏ أَلَّا تَعْدِلُوا إِعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى‏ وَاتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ[8]=مؤمنانو! تل د خداى (د فرايضو) لپاره راپاڅئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړي،چې عدالت و نه کړئ؛عدالت وكړئ چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ،څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى .)) 

د جګړې په ډګر کې يې تل د اصولي اخلاقو پر پاملرنې ټينګار درلود  ويل يې: پر ملکيانو يرغل و نه کړئ،ونې بوټي او باغونه له منځه يونسئ،د دښمن د څښاک اوبه چټلې نه کړئ،له بنديانو سره پر درناوي چلن وکړئ او داسې نور حکمونه…

٦-پر هغه چاپېريال د  رسول الله (ص) د بلنې اغېز دومره و،چې دښمنانو يې له وېرې،خلک له ورنږدېدو منع کول؛ځکه د  رسول الله (ص) بلنې زيات نفوذ او جاذبه درلوده او کله يې داسې هم کول،چې  رسول الله (ص) خبرې کولې؛نو ګڼه ګوڼه يې جوړوله،چې خلک يې خبرې وا نه وري؛نو د همدې هېښنده اغېز له امله يې پر پېغمبراکرم د کوډګر ټاپه ولګوله او د پېغمبراکرم (ص) خبرې يې کوډې ګڼلې،چې دا کار يې د دښمنۍ ترڅنګ د پېغمبراکرم  پر هېښنده نفوذ منښته ده.

٧-په دې لار کې يې خورا سرښندنه درلوده او دا راښيي چې تر ټولو زيات يې پردې دين ايمان درلود.

په ځينو جګړو کې،چې تازه مسلمانان شوي وتښتېدل؛نو پخپله په مړانه وجنګيد او د دښمن د غوړو غوړو ژمنو پر وړاندې يې بيخي چرت هم خراب نه کړ او تل يې پرخپل دين ټينګار درلود او هېڅکله يې په دې لارکې له ځانه کمزوري ونه ښووه .

٨-خورا کوښښونه او هڅې وشوې،چې  رسول الله (ص) له کږلاريو سره جوړجاړى وکړي؛خو هېڅکله تسليم نه شو،ويل يې : که لمر راته په ښي لاس او سپوږمۍ راته په کيڼ لاس کې کېږدئ؛هېڅکله به له خپلې بلنې لاس وانه خلم .

٩-نه يوازې د  رسول الله (ص) د بلنې اغېز ته عمومي افکار ګوته پر خوله حيران وو؛بلکې لويديځوال هم د اسلام د چټکې خپرېدو ځغاستې ته حيران دي؛لکه د لويديځ درې مخورو استادانو،چې پردې حقيقت منښته کړې وايي: (( سره له دې،چې د اسلام  د چټک پر مختګ د لامل د پېژندو لپاره ډېر کوښښونه شوي دي؛خو تر اوسه دا خبره د يوې معما په بڼه پاتې ده،چې تر يوې پېړۍ په لږ وخت کې يې د نړۍ د تمدن پر ډېره برخه سيورى واچاوه .))

هو! ايا په رښتيا معما ده،چې اسلام په هغو ورځو کې له هغو وسايلو سره،په چټکۍ د ميليونونو انسانانو په زړه کې ځاى پېدا کړ،تمدنونه يې په ځان کې هضم کړل او يو نوى تمدن يې رامنځ ته کړ؟!

١٠-بالاخره دې ځاى ته رارسو،چې د پېغمبراکرم (ص) دښمنان ماړه ظالم کفار ول. داچې پلويان يې د پاک زړونو خاوندان،ځوانان،حق غواړي اوان مريان ول،داسې پلويان،چې بې د زړه له پاکوالي يې هېڅ شتمني نه درلوده او د حق تږي ول.

تردې ټولو څېړنو وروسته چې شرح يې ډېره مفصله ده،په ښه توګه پايله اخستاى شو،چې دا الهي بلنه وه؛هغه بلنه،چې د څښتن له لوري له فساد،تباهۍ،ناپوهۍ،شرک تېري او بې عدالتۍ څخه د انسان د ژغورنې لپاره رالېږل شوې وه .

د رسول الله (ص) نړيوال رسالت

د اسلام د  پېغمبر (ص) رسالت نړيوال دى؛يعنې په يو ځانګړي وخت پورې ځانګړى نه دى؛بلکې ټولو وختونو او نسلونو ته دى،چې قرآن شريف په پرله پسې توګه دې خبرې ته اشاره کړې ده .

((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا[9]= او موږ ته ټولو خلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرى وركونکى او (له عذابه يې) وېرونکى لېږلى .))

((قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا[10]= (ورته) ووايه : ((خلكو ! زه تاسې ټولو ته د خداى استازى يم))

پخپله پېغمبر (ص) هم دې خبرې ته اشاره کړې ده : (( زه د ټولو پېغمبر يم؛هم د هغوى چې زما په ژوند کې ول او هم د هغوى چې تر ما وروسته دي.

پردې سربېره هغه ليکونه،چې رسول اکرم په هغه وخت کې د نورو هېوادونو واکمنانو ته لېږل،د پېغمبر (ص) د رسالت پر نړيوالۍ دليل دى.

يوه ورځ  رسول الله (ص) خپل اصحاب راوغوښتل  و يې ويل:(( پاڅئ او د رسالت استازي شئ او دا غږ نړيوالو ته ورسوئ …)

او بيا يې د خپل رسالت د رسولو لپاره شپږ تنه ايران،روم،مصر،حبشې،يمامه،بحرين او اردن ته ولېږل .

  د  رسول الله (ص) رسالت نړيوال و؛ځکه قرآن وايي :

((قُلْ أَيُّ شَيْ‏ءٍ أَكْبَرُ شَهَادَةً قُلِ اللّهُ شَهِيدٌ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هذَا الْقُرْآنُ لِأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللّهِ آلِهَةً أُخْرَى‏ قُل لاَ أَشْهَدُ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِي‏ءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ[11]‏= ورته ووايه: ((د چا شاهدي تر ټولو لويه  ده ؟)) (او په خپله ځواب وركړه او) ورته ووايه: ((خداى زما او ستاسې ترمنځ ګواه دى (او غوره دليل يې دادى، چې) دا قرآن پرما وحې شوى،چې تاسې او چا ته چې دا(قرآن) رسي،ټول خبردار كړم (او د خداى د حکم له مخالفته يې ووېروم) ايا تاسې په رښتيا شاهدي وركوئ،چې له ” الله ” سره نور معبودان هم شته ؟)) ورته ووايه: (( زه خو هېڅكله دغسې شاهدي نه وركوم.))  ورته ووايه : ((خداى خو هماغه يو دى او بېشكه زه له هغه څه بېزاريم،چې تاسې يې له خداى سره شريكوئ)).

په بل ځاى کې وايی  :((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيراً وَنَذِيراً وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ[12]=او موږ ته  ټولوخلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرى وركونکى او (له عذابه يې) وېرونکى لېږلى؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي .))

په بل ځاى کې وايي : (( قُلْ يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعاً الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَآمِنُوا بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ[13]= (ورته) ووايه : ((خلكو ! زه تاسې ټولو ته د هغه خداى استازى يم، چې د اسمانو او ځمكې واكمني يې ده،بې له هغه بل معبود نشته، همدا يې ژوندي كوي او مړه كوي ؛ نو پر” الله ” او د هغه  پر هغه پېغمبر او نالوستي استازي ايمان راوړئ، چې په خداى او د هغه په كلمو (او ښوونو) ايمان لري او ددې پېغمبر لاروي وكړئ ، چې سمه لار ومومئ .))

قرآن ويلي دي : ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ[14]= او (الله) هغه دى،چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق  دين سره ولېږه،چې پر ټولو اديانو يې برلاسى كړي،كه څه   مشركان ناخوښه وي . ))

((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى‏ الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ شَهِيداً[15]= (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلى دى،چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او( د پېغمبر پر حقانيت) د خداى شاهدي بس ده. ))

 ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ[16] [= (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره راولېږه،چې هغه پر ټولو دينونو بريالى كړي او كه څه مشركان پرې خوښ نه وي.))

 په روایتونوکې راغلي ،چې رسول الله (ص) وویل : (( زه د هر سپين،تور او سور پوټکي لپاره معبوث شوى يم.[17] )) 

حديث دی :(( د حضرت محمد (ص) حلال د قيامت تر ورځې حلال او حرام يې د قيامت تر ورځې حرام دي . ))

 پېغمبراکرم د حبشې،ايران ،بحرين ، روم،جندل، مصر ، دمشق ، يمامه،عمان ،حضرموت،نجران ،يمن ،سماوه او د ١٨٥ ټبرونو مشرانو ته ليکونه او پيغامونه واستول،دا ټول راښيي،چې د  رسول الله (ص) رسالت نړيوال و.

   د پېغمبراکرم د رسالت نړيوالتوب په لاندې آیتونو کې راغلی دی :

((أُولئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ قُل لاَأَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْراً إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَى‏ لِلْعَالَمِينَ[18]= هغوى (پېغمبران) داسې كسان دي،چې خداى ورته لار ښوولې ده؛ نو ته هم د هماغو پرلار ولاړ شه (او) ووايه :((چې  زه (ددې رسالت) له تاسې څه اجر(او باړه) نه غواړم دا(رسالت او قرآن ) يوازې نړيوالو ته نصيحت دى!))

((وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلاَمِ دِيناً فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ[19]= او څوك چې له اسلام ( او د حق د حکم له غاړه ايښووو ) پرته بله لار (دين) غوره كړي؛نو هېڅكله به ترې و نه منل شي او په اخرت كې به له زيانكارانو وي . ))

((تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى‏ عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيراً[20]=[ ډېر برکتي(او پايند) دى هغه ذات،چې فرقان [=د باطلو او حق بېلوونكى كتاب] يې پر خپل بنده نازل كړ،چې نړيوالو ته وېروونكى وي.))

  پوښتنه : که د پېغمبراکرم رسالت نړيوال و؛نو ولې د قرآن په ځينو آېتونو کې ورته دنده ورکړه شوې ،چې خپلوان دې راوبله . ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ[21])) ((وَلِتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى‏ وَمَنْ حَوْلَهَا[22])).

ځواب : آیتونه او روایتونه د پېغمبراکرم د رسالت نړيوالتوب جوتوي ؛ خو د هرې ټوليزې کړلار د پلي کېدو لپاره حرکتونه،ګام په ګام دي .

  لومړى پېغمبر باید پر ځان پام وکړي،ځان له چټلۍ پاک کړي،هم له ظاهري چټلۍ [وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ[23]] اوهم له مانیزې چټلۍ څخه [وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ[24] ] هم نږه صبر[وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ[25]] او هم نه پرتمه کېدل [وَلَا تَمْنُن تَسْتَكْثِرُ[26] ] او بيا خپلوان ، بيا خپله سيمه او بيا نورو هېوادونو ته ورسي ‏.

زېرى

  داعراف د سورت په ١٥٧آېت کې لولو:

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[27]= هغوى چې (د خداى د استازي ،” اُمي ” پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي،دوى ته پاك څيزونه حلالوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه  لرې كوي؛نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي،چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

د صف د سورت په ٦ م آیت کې راغلي :

((وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرَاً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هذَا سِحْرٌ مُبِينٌ[28]= او (درياد كړه) چې كله عيسى د مريمې زوى وويل: ((بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې)! په واقع كې زه درته د خداى استازى يم [حال داچې] تورات چې تر ما مخكې راغلى،رښتينى يې ګڼم او د هغه استازي زېرى دركوم،چې تر ما وروسته راځي [او] نوم يې “احمد” دى))؛نو چې هغه [=احمد] ورته له معجزو او روښانه دلايلو سره راغى (؛نو) ويې ويل: (( دا خو ښكاره كوډې دي.))

زموږ خبره خو داده،چې که د  رسول الله (ص) نوم په تورات اوانجيل کې نه و راغلى؛نو ویل به يې چې نه دى راغلى او له دې لارې به يې د خپلې خبرې پخلى کاوه او هم به يې اسلام  بې پته کاوه ‏او هم به يې ځان له جګړو،جزيه ګانو او نورو ستونزو خلاصاوه،ګورو چې يهودانو جګړې کولې، مسيحيانو جزيې ورکولې ؛خو تورات او انجيل يې نه رامخکې کاوه؛نو جوتوي،چې د  رسول الله (ص) نوم او نښه راغلى وه، که څه په ننني توراتونو او انجيلونو کې ډېر زيات بدلونونه راوړل شوي؛خو قرآن وايي،چې د يهودو او نصاراوو عالمانو،پېغمبراکرم  د خپل اولاد په څېر پېژانده او په زړه پورې خو داده،چې ځینو عالمانو د  رسول الله (ص) د راتګ زېري کول،چې په نوي پېغمبر به پر دښمنانو لاسبري شي؛( وَكَانُواْ مِن قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُواْ)؛خو همداچې هغه پېغمبر،چې هغوى په خپله پېژنده،ورته راغى ؛نو پرې کافران شول .

[1] . (انعام/١١٥)

[2]  ( احزاب/۴۰)

[3] (احزاب /٤٠)

[4] د مجمع البيان تفسير

[5] کافي ا / ٥٨

[6]   (استاد ناصر مکارم شيرازي/اصول عقايد)

[7] ( نهج البلاغه/٩١ خطبه )

[8] ( مائده / ٨)

[9] (سبا/۲۸)

[10] (اعراف/۱۵۸)

[11]  (انعام/١٩)

[12]  (سبا/،٢٨)

[13]  (اعراف /١٥٨)

[14]  (توبه/۳۳)

[15]  (فتح/۲۸)

[16]  (صف/۹)

[17] (امالي شيخ طوسي /٤٨٤)

[18]  (انعام/۹۰)

[19]  ( آل عمران/۸۵)

[20]  ( فرقان/۱)

[21]  (شعراء/۲۱۴)

[22] (انعام /٩٢)

[23] (مدثر/۴)

[24]  (مدثر/۵)

[25] ( مدثر/۷)

[26] ( مدثر/۶)

[27]  (اعراف/۱۵۷)

[28]  (صف/۶)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!