تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د مدينې سياسي او ټولنيزه وضع مدينې ته د نبي اکرم (ص) تر هجرت وړاندې يهوديان په مدينې او ترې بهر ميشت وه. دوی ټول په ټينګو کلاګانو کې اوسېدل، چې د هغې  ورځې په ښو جګړيزو وزليو سنبال او ښه جنګيالي يې درلودل، دوی په څو سيمو کې په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

د مدينې سياسي او ټولنيزه وضع

مدينې ته د نبي اکرم (ص) تر هجرت وړاندې يهوديان په مدينې او ترې بهر ميشت وه. دوی ټول په ټينګو کلاګانو کې اوسېدل، چې د هغې  ورځې په ښو جګړيزو وزليو سنبال او ښه جنګيالي يې درلودل، دوی په څو سيمو کې په پرمختلليو طريقو بڼوالي، کرنه او پوونده ګري (مالداري) کوله او ټولو په تېره مدينه ميشتو يې سوداګري کوله او سود يې هم خوړ. يهود د هغه څه له مخې چې په ديني کتابونو کې يې راغلي، انګيري، چې خدای دوی يو ممتاز قوم او پر نورو انسانانو د ښاغليتوب لپاره پيدا کړي، چې په غبرګون کې بشر بايد د دوی چوپړيالان وي.

نو ځکه يهود چې په هره ټولنه کې وي، د ځان لوړ ګڼلو مزاج او طبيعت لري او ځان پر نورو اقوامو جيګ بولي همداراز د زېرمولو او راټولو خوی لري او په هرې وزلې د نورو اقوامو په شتمنۍ راټولو کې هېښنده هڅې کوي.

دوی دې موخو ته (پر نورو اقوامو برلاسي او د دوی د شتمنيو ترلاسه کول) ته د ور رسېدو لپاره ، په هر وخت او هره ټولنه کې له هرې وزلې کار اخلي . همداراز کومه ټولنه چې د ټينګو اخلاقو درلودونکي وي، يهود خپلې موخې ترلاسه کولای نشي؛ نو ځکه په دغسې ټولنو کې په فساد، فتنې او بې بندوبارۍ لاس پورې کوي.

د يهودو دې ځانګړنې ته په پامنيوي، دوی د عربو دهغې ورځې په ټولنه کې شتمن او سرغړاند خلک وو، ليک لوست پکې دود و، ځان يې د يعقوب عليه السلام اولاده، د بشر غوره مخلوق، د شريعت خاوندان او د ړومبي آسماني کتاب درلودونکي ګڼل، همدا فکر يې د عربي ټاپو وزمي په ولسي پرګنيو کې خپور کړی و.

دوی د فضيلت ښکاره کولو لپاره، د خاتم الانبياء(ص) د بعثت په باب مدينوالو ته د تورات وړاندوينې ويلې او د حضرت نبي اکرم(ص) د راښکاره کېدو نښې يې څرګندولې او ويل يې: د دې پېغمبر مبعوثېدل نژدې دي او ځای به يې مدينه وي.

دا وړاندوينې لامل شوې «ابو عامر» چې نامه يې «عبد عمرو» او د اوس له ټبره و، په دې هيله چې هماغه موعود پېغمبر شي، مدينې ته د نبي اکرم (ص)  تر هجرت وړاندې د خدای عبادت ته مخه کړه[1]. وړينې جامې يې اغوستې او… تر دې چې شيخ (راهب) ابو عامر يې ورته وايه! نو چې کله پېغمبر(ص) مدينې ته هجرت وکړ او ويې ليده، چې خپله پېغمبر نه شو، نو په خنډ اچولو يې لاس پورې کړ[2].

يهودو په مدينې کې د خپل تلپاتې خوی په پار د اوس او خزرج ټبرونو ترمنځ فتنې راولاړولې او جګړې ته اړ باسلې، تر دې چې ترمنځ يې خونړۍ جګړې کېدې.

د اوس او خزرج هر يو ټبر د يهودو له يوه ټبر سره د دوستۍ او همکارۍ تړون درلود، او د جګړې پر مهال به يې له خپل يهودي همژمني ټبره وسله په اجاره اخيسته، چې له دې لارې يهودي ټبر ستره شتمني تر لاسه کوله او بدمرغي به د اوس يا خزاج غاړې ته ورولوېده.

که د اوس او خزرج د ټبرونو حال، د مکې او يمن د ټبرونو له حالاتو سره چې پر هماغه مهال په سوله کې اوسېدل، پرتله کړو، څرګنديږي، چې د دوی(اوس او خزرج) خپلمنځي جګړې د يهودي ټبرونو د فتنې را ولاړولو له لامله وې.

 مدينوال په دغسې حالاتو کې اوسېدل، تر دې چې د اوس او خزرج ټبرونه له پېغمبر(ص) سره له مخامخېدو او مدينې ته د نبي اکرم(ص) تر مهاجرت مخکې، د خپل ستونزې د رغېدا په لټه کې شول او ټول یوه خوله شوو، چې ځان ته يو پاچا وټاکي ، چې ټول به يې مني او نور يې ترمنځ جګړه ونشي.

د دې کار لپاره يې د مدينې يو مشر «عبدالله بن ابی» وټاکه او ده ته د شاهي تاج جوړولو او له يهودو د مرغلرو پر پېرلو بوخت وو، چې په مکه کې له پېغمبر(ص) سره مخ شول او پوه شول کوم پېغمبر چې يهوديانو يې له بعثته خبرې کولې، همدا دی؛ نو ځکه يې پرحضرت(ص) ايمان راووړ او دا يې له يارانو سره مدينې ته وباله.

مدينې ته د پېغمبر اکرم(ص)  تر راتلو وروسته د حضرت(ص) په دستور د ګردو مدينه ميشتو (يهود، اوس او خزرج) ترمنځ يې تړون وليکل او لاسليک شو، چې له مخې به يې يو مدينه ميشتی پر بل تېری نه کوي او چې چا وکړ، پېغمبر به يې په اړه قضاوت کوي، همداراز که څوک له مدينې دباندې پر مدينوالو تېری کوي، ټول به د تېري پر وړاندې ودريږي[3].

او د تړون پايله د مسلمانانو ترمنځ اخوت او روري او له مدينه ميشتو يهودو ټبرونو سره ژمنه، د هغې ورځې د عربانو خوی ته په پامنيوي، په ډاګه کيږي.

 [1] بلاذری، انساب الاشراف: ۱ټ، ۳۴۰ مخ.

[2] ابن هشام، السيرة النبويه: ۲ټ، ۲۳۴او ۲۳۵ مخونه + واقدي، المغازي: د اُخحد غزا په ذکر کې

[3] ابن هشام، السيرة: النبوية: ۲ټ، ۲۳۴ او ۱۴۷ مخونه + عيون الاثر: ۱ټ، ۱۹۷مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!