تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه د پېغمبر اکرم (ص) د نظام اووه کچې هغه نظام، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) جوړ کړ، بېلابېلې کچې لري، چې په هغوی کې یې اووه شاخصونه او ملاکونه تر نورو مهم او غوره دي: لومړۍ کچه، ایمان او معنویت دی. په نبوي نظام […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

د پېغمبر اکرم (ص) د نظام اووه کچې

هغه نظام، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) جوړ کړ، بېلابېلې کچې لري، چې په هغوی کې یې اووه شاخصونه او ملاکونه تر نورو مهم او غوره دي:

لومړۍ کچه، ایمان او معنویت دی. په نبوي نظام کې حقیقي انګېزه او پرمخ وړونکی موټر هغه ایمان و، چې د خلکو د زړه او فکر له سرچینې راخوټېده او د هغوی لاس و پښه یې پر سمه لار پر مخ وړه؛ نو لومړی شاخص او کچه، وګړیو ته د ایمان، معنویاتو او سم اند ورکول او پیاوړي کول یې دي، چې دا چار پېغمبر اکرم (ص) په مکه کې پیل کړ او په مدینه کې یې د هغه بیرغ په پوره ځواک هسک کړ.

دویم شاخص او کچه قسط او عدل دی. د کار بنسټ پر عدالت او قسط دی او حقوال ته یې-بې له کومې ملاحظې- د حق ورسول دي.

درېیم شاخص او کچه، علم او معرفت دی. په نبوي نظام کې د هر څه بنسټ، پېژندنه، پوهنه او ويښتیا ده. څوک په پټو سترګو یو لوري ته نه بیايي؛ خلک له پوره پوهې، معرفت او د تشخیص له ځواک سره، په کارنده ځواک- نه منفعل ځواک- بدلوي.

څلورم شاخص او کچه، مینه او ورورولي ده. په نبوي نظام کې، هغه شخړې رټل شوي دي، چې سرچینه یې خرافاتي، وګړیزې او د ځاني ګټو انګېزې وي او ورسره مبارزه کېږي. چاپېریال یې د صمیمیت، ورورولۍ او همدلۍ چاپېریال دی.

پینځم شاخص او کچه، د خویونو او کړنو سمونه ده. انسانان تزکیه کوي او له اخلاقي رذایلو یې پاکوي؛ اخلاقي او تزکیه شوي انسانان جوړوي؛ ((ویزکیهم و یعلمهم الکتاب و الحکمة[1])) تزکیه یو له بنسټیزو بسنټونه ځنې ده؛ یعنې پېغمبر اکرم (ص) په بېل بېل وګړي رونیز او د انسان سازۍ کار وکړ.

شپږم شاخص او کچه، اقتدار او عزت دی. نبوي نظام او ټولنه، پر سر ګوزار خوړونکې، وابسته او نور ته لاس اوږدونکې، په چا پسې تلونکې نه ده او ده او هغه ته د اړتیا لاس وړاندې کوونکې نه ده؛ عزیزه، مقتدره او هوډمنه ده. خپل مصلحت چې یې وپېژنده؛ ور رسېدو ته یې هڅه کوي او خپل کار پرمخ بوځي.

 اووم شاخص او کچه دایمي کار، حرکت او پرمختګ دی. په نبوي نظام کې تمېدنه نشته؛ په مرتبه توګه حرکت، کار او پرمختګ دی. نه راپېښېږي، چې یو مهال ووايي: نوره پای ته ورسېده او اوس به دمه وکړو! دا پکې نشته. البته دا یو خوندور او خوښ چار دی؛ یو ستړی کوونکی، ستومانوونکی او کړوونکی کار نه دی؛ هغه کار دی، چې انسان ته ځواکبښاندی دی.

حضرت پېغمبر اکرم (ص) مدینې ته ورننووت، چې نظام بشپړ او پر پښو ودروي او هغه د تل لپاره په تاریخ کې بېلګه پرېږدي، چې هر کس د تاریخ په هر ځای کې- تر هغه روسته تر قیامته- وکولای شي، چې ورته یې جوړ کړي او په زړونو کې ورلېوالتیا رامنځ ته کړي او انسانان د داسې یوې ټولنې پر لور ولاړ شي. البته د داسې یوه نظام جوړول، ګروهیزو او انساني بنسټونو ته اړتیا لري.

 لومړی، باید سمې ګروهې او اندونه وجود ولري، چې دا نظام یې پر بنسټونو جوړ شي. پېغمبر اکرم (ص) دا اندونه او افکار د کلیمه توحید، د انسان د عزت او نورو اسلامي ښوونو په چوکاټ کې او د مکې په دیارلس کلن پېر کې اوډون کړل او بیا یې هم په مدینه او د ژوند په هره شېبه کې، تل دا افکار او لوړې ښوونې- چې ددې نظام بنسټونه دي- ده او هغه ته ور زده او ور وښوول.

دویم، بشري بنسټونه په کار دي، چې دا بنسټ د هغوی پر اوږو ورکېښوول شي-ځکه اسلامي نظامونه یوازې په وګړي پورې اړوند نه دي- پېغمبر اکرم (ص) ډېری دا بنسټونه په مکه کې هم جوړ کړي او چمتو کړي وو. د حضرت پېغمبر اکرم (ص) یو لړ صحابه کرام ول، چې دوی د مکې د دیارلس کلن ستونزمن پېر محصول ول؛ یو لړ هم هغه وګړي ول، چې د حضرت پېغمبر اکرم (ص) تر هجرت مخکې، په یثرب کې د پېغمبر اکرم (ص) له پیغام سره آشنا شوي وو؛ لکه د حضرت سعد بن معاذ (رض) په څېر وګړي او د حضرت ابو ایوب (رض) په څېر وګړي او داسې نور.

بیا هم چې پېغمبر اکرم ورغی، د راننووتو د شېبې له هماغې پیله یې انسان سازي پیل کړه او ورځ په ورځ یې لایق مدیران، ستر، مېړني، سرښندونکي، ایمانوال، پیاوړي او پوه انسانان د دې نظام د پیاوړیو بنسټونو په نامه جوړ او مدینې ته ورننووت. مدینې ته د حضرت پېغمبر اکرم (ص) – دې ښار ته د حضرت پېغمبر اکرم (ص) ته تر راتګ مخکې یې نامه یثرب و او د آنحضرت تر هجرت روسته یې نامه مدینة النبي شو- د پسرلي د نسيم په څېر و، چې ددې ښار په چاپېریال کې خپور شو او ټولو احساس کړل، چې په چارو کې پراختیا رامنځ ته شوې ده؛ نو زړونه یې متوجه او راویښ کړل.

خلکو چې واورېدل، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) قبا ته ورغلی دی- قبا مدینې ته نږدې ده او آنحضرت پینځلس ورځې هلته پاتې شو- د مدینې په خلکو کې یې لیدو ته په زړه کې مینه نوره هم ډېره شوه. ځینې خلک قبا ته مخې ته ورغلل او له پېغمبر اکرم (ص) سره یې لیدل او بېرته راتلل او ځینې هم په مدینه کې ورته په تمه ول، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) ورشي.

بیا چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) مدینې ته ورغی. دا لېوالتیا او لطیف او ملایم نسیم د خلکو په زړونو کې په توپان بدل شو او زړونه یې بدل کړل. ناڅاپه یې احساس کړل، چې عقاید، عواطف، ټبریز تړاوونه او تعصبونه یې ددې سړي په څېره، کړنو او ویناوو کې ویلي شوي دي او د یوه نوي ور له لارې د پنځون نړۍ له حقایقو او اخلاقي ښوونو سره اشنا شوي دي؛ همدا توپان و، چې لومړی یې د هغوی په زړونو کې انقلاب رامنځ ته کړ، ورپسې یې د مدینې پر لور وروغځاوه او بیا ورپسې يې د مکې طبیعي کلا ونیوه او په پای کې یې لرې لرې سیمو ته وروغځاوه او د هغه مهال د دوو سترو امپراتوریو او هېوادونو زړونو ته ور و رسېد او هر چېرته ته چې ولاړ، زړونه یې ولړزول او د انسانانو په زړونو کې یې انقلابونه وکړل.

په صدر اسلام کې مسلمانانو ایران او روم د ایمان په ځواک سوبه کړ. تر تېري لاندې ولسونو به هم چې دوی کله لیدل، په زړونو کې به یې ایمان رامنځ ته کېده. تورې هم ددې لپاره وې، چې له لارې د زور او زورواکو خنډونه لرې کړي؛ ګنې ولسونو ته همداچې دا طوفان ورسېده او د هغه مهال دوه امپراتورۍ-یعنې ایران او روم- تر بیخه پورې د اسلامي هېواد د امپراتورۍ برخه ګرځېدلي وو. دا هر څه په څلوېښتو کلونو کې وشول؛ لس کاله یې د حضرت پېغمبر اکرم (ص) پر مهال؛ دېرش کاله یې هم تر آنحضرت روسته.

همداچې حضرت پېغمبر اکرم (ص) مدینې ته ورننووت، کار یې پیل کړ او د آنحضرت د ژوند له هېښنو ځنې یوه داده، چې په دې لسو کلونوکې یې یوه شېبه هم له لاسه ور نه کړه او و نه لیدل شول، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) ان د یوې شېبې لپاره هم د معنویت، هدایت، ښوونې او روزنې لاس پر سر شوی وي. ويښتیا یې، ویدېدل یې، جومات یې، کور یې، د جګړې ډګر یې، په کوڅو او بازار کې ګرځېدل یې، کورنی ژوند یې او وجود یې- په هر ځای کې چې و،- زده کړه وه.

عمر یې خورا برکتي و! هغه چې د ټول تاریخ فکر مسخر او ایل کړ او اغېز یې پرې وشینده- چې ما څو څو ځل ویلي، ډېری چارې او مفاهیم، چې بیا یې په روستیو پېړیو کې بشریت ته سپېڅلتیا پیدا کړه؛ لکه د مساوات، ورورولۍ، عدالت او ولسواکۍ مفهوم، ټول د آنحضرت له ښوونو سرچینه اخلي؛ د نورو ادیانو په ښوونو کې داسې چارې نه وې او یا لږ تر لږه راڅرګندې شوې نه وې- یوازې لس کاله ډله ایز سیاسي او ټولنیز کار یې کړی و. څومره برکتي عمر! د ورننووتو له هماغه پیله یې خپل دریځ وټاکه.

پر کوم اوښ، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) سپور و، د یثرب ښار ته ورننووت او خلک ترې راتاو شول. هغه مهال د مدینې ښار محله محله و؛ هرې محلې هم د ځان لپاره کورنه، کوڅې، دېوالونه او مشران درلودل او هره یوه یې د یوه ټبر وه: په ((اوس)) پورې تړلي ټبرونه او په خزرج پورې تړلي ټبرونه. چې کله د حضرت پېغمبر اکرم (ص) اوښ مدینې ته ورننووت، د هر ټبر د کلا مخې ته چې ورسېد؛ نو مشران به یې راوتل او د اوښې مخه به یې نیوه او ویل به یې: یا رسول الله! دلته راشه! زموږ کور، ژوند، شتمني او هوساینه مو ستا په واک کې ده.

حضرت پېغمبر اکرم (ص) وویل: د اوښ مخه پرېږدئ (( انها مامورة )) هغه په امر حرکت کوي؛ پرېږدئ، چې ولاړه شي، اوښې ته یې مخه پرېښووله، چې بلې محلې ته ورسېده. بیا یې مشرانو، مخورو، سپین ږیرو، شخصیتونو او ځوانانو مخه ونیوه: یا رسول الله! دلته راکوز شئ، دا مو خپل کور دی، څه چې غواړې، در به یې کړو، موږ ټول ستا په چوپړ کې یو.

و یې ویل: ګوښې شئ، پرېږدئ، چې اوښ پر خپل مخ مخې ته ولاړ شي ((انها مامورة)). اوښ همداراز پر مخه تله، چې د بني النجار محلې ته – چې د حضرت پېغمبر اکرم (ص) مور له دې ټبره ده- ورسېد؛ د بني النجار سړي د حضرت پېغمبر اکرم (ص) ماماګان وو؛ نو رامخې ته شول او و یې ویل: یا رسول الله! موږ دې خپلوان یو؛ زموږ هستي ستا په چوپړ کې ده؛ زموږ کور ته راشه. و یې ویل: (( انها مامورة) ګوښې شئ، لار پرانځئ. لار یې پرانسته.

اوښ د مدینې تر ټولو نشتمنې محلې ته ولاړ او په یوه ځای کې په ګونډو شو. ټولو ولیدل، چې وویني، چې د چار کور دی، و یې لیدل، چې د ابوایوب انصاري کور دی؛ نشتمن او یا هم د مدینې یو له خورا نشتمنو وګړیو ځنې. په خپله او نشتمنه کورنۍ یې راغله او د حضرت پېغمبر اکرم (ص) سامان یې راواخست او خپل کور ته یې یووړل. حضرت پېغمبر اکرم (ص) د مېلمه په توګه د هغوی کور ته ورننووت او د مدینې نورو شتمنو، بادارانو او مخورو ته یې د رد ځواب ورکړ؛ یعنې خپل ټولنیز دریځ یې وټاکه او څرګنده شوه، چې دا انسان د پیسو، ټبریز حیثیت او د پلاني ټبر د ریاست شرف، قوم، خپلوانو، کورنیو او دې ته ورته چارو پورې تړلی نه دی.

له هماغه شېبې یې وټاکله، چې په ټولنیز چلن کې د کومې ډلې او خلکو پلوی دی او شتون به یې د کومو خلکو لپاره ګټور وي. ټولو له حضرت پېغمبر اکرم (ص) او ښوونو یې ګټه یووړه؛ خو هغه چې څومره بې برخې دی؛ نو قهرا ډېره ګټه کوي او باید بې برخېتوب یې جبران شي. د ابوایوب انصاري د کور مخې ته یوه ځمکه وه. و یې ویل: دا ځمکه د چا ده؟ ورته وویل شول: د دوو پلارمړیو ځمکه ده. له خپلې کڅوړې یې پیسې ورکړې او ځمکه یې وپېرله. بیا یې وویل: دلته جومات جوړوو؛ یعنې یو سیاسي، عبادي، ټولنیز او حکومتي مرکز؛ یعنې د خلکو د راټولېدو ځای. د مرکزیت لپاره یو ځای ته اړتیا وه؛ نو د جومات په جوړولو لګیا شول. د جومات ځمکه یې له چا و نه غوښته او له چا یې په بخشش کې هم وانخسته؛ هغه یې په پیسو وپېرله.

سره له دې چې دوو ماشومانو ساتونکی او پلار نه درلود؛ خو حضرت پېغمبر اکرم (ص) د یوه پلار په څېر، په بشپړه توګه د هغوی حق ورکړ او په خپله د هغوی مدافع شو. د جومات جوړولو ته چې هوکړه وشوه؛ نو حضرت پېغمبر اکرم (ص) له هغو ځنې یا لومړی تن و، چې یوم یې راواخست او د جومات په کار یې پیل وکړ؛ نه د یوه تشریفاتي کار لپاره؛ بلکې واقعا یې په کار پیل وکړه او خولې پرې راماتې شوې او داسې کار یې وکړ، چې هغوی چې ځان له کاره شا ته کړی و، و یې ویل: موږ دې ناست یو او پېغمبر دې داسې کار کوي؟ نو موږ هم ورځو او کار کوو؛ نو ورغلل او جومات یې په لنډ وخت کې جوړ کړ- حضرت پېغمبر اکرم (ص) – دې لوړ مقامي او مقتدر مشر- وښووله، چې د ځان لپاره په هېڅ ځانګړي حق قایل نه دی. که کوم کار ترسره کېږي؛ نو هغه باید ونډه پکې ولري.

بیا یې د هغه نظام سیاست او سمبالنه اوډون کړه. چې کله انسان ویني او ګوري، چې آنحضرت ګام په ګام، په مدبرانه توګه پر مخ تللی؛ نو پوهېږي، چې ددې پیاوړي او پرېکنده هوډ تر شا څومره دقیق فکر، اند او محاسبه شتون لري، چې علی الظاهر بې له الهي وحې ناشونی دی. نن هم که څوک وغواړي، چې ګام په ګام د هغو لسو کلونو حالات وڅېړي؛ نو په څه به پوه نشي. که انسان هره پېښه بېله بېله وشمېري؛ نو څه یې لاس ته نه راځي؛ باید وګوري او وویني، چې د کار ترتیب څنګه دی؛ څنګه دا ټولې چارې مدبرانه، په هوښیارتیا او له سمې محاسبې سره ترسره شوې دي.

لومړی د وحدت او یووالي جوړول دي. د مدینې ټول وګړي خو مسلمان نشول؛ ډېری یې مسلمانان شول او خورا لږ یې هم نامسلمان پاتې شول. پر دوی سربېره، د یهودو درې مهم ټبرونه- د بني قینقاع، بني النضیر او بني قریظه ټبرونه – هم په مدینه کې مېشت ول؛ یعنې په خپلو ځانګړیو کلاګانو کې چې تقریبا په مدینې پورې نښتې وې. مدینې ته د دوی راتګ سل که دوه سوه کاله مخکې و او داچې ولې راغلي وو،یوه اوږده کیسه ده.

هغه مهال، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) مدینې ته ورغی، ددې یهودو ځانګړنې په دوو، درېیو څیزونو کې وې: یو داچې د مدینې آریزه شتمني، د کښت غوره پټي، غوره ګټه کوونکې سوداګرۍ، غوره ګټه ورکوونکي صنایع- د سرو زرو کالي او دې ورته څیزونو جوړول- یې په واک کې وو. د مدینې ډېری خلکو به د اړتیا پر مهال دوی ته مراجعه کوله؛ پور به یې ترې اخسته او له سود سره به یې بېرته ورکاوه؛ یعنې له وټیز پلوه د ټولو ږیره د یهودو په لاس کې وه.

 دویم داچې د مدینې پر خلکو یې فرهنګي غوراوی درلود؛ ځکه کتابیان ول او له بېلابېلو ښوونو، دیني ښوونو او له هغو چارو سره اشنا وو، چې د مدینې نیمه وحشي وګړي ترې بې خبره وو؛ نو اندیز تسلط یې درلود؛ په واقع کې که په نننۍ ژبه خبره کول وغواړو؛ یهود په مدینه کې یوه روښانفکره طبقه شمېرل کېده؛ نو د هغه د ځای د خلکو سپکاوی به یې کاوه، ملنډې به یې پرې وهلې او تحمیق کول به یې؛ البته په هغو ځایونو کې چې له خطر سره به مخ شول او لازم به وو؛ نو ځان یې ټيټاوه هم؛ خو په طبیعي توګه دوی غوره وو.

درېیمه ځانګړنه یې داوه، چې له لرې لرې سیمو سره یې اړیکې هم درلودې؛ یعنې یوازې د مدینې په چاپېریال کې را ایسار نه وو. یهود په مدینه کې یو واقعیت و؛ نو باید له پېغمبر اکرم (ص) سره د دوی یوه چاره هم وای. حضرت پېغمبر اکرم (ص) یو عمومي ډله ایز میثاق جوړ کړ. آنحضرت چې کله مدینې ته ورننووت، بې له دې چې کوم تړون وي، بې له دې چې څه له خلکو وغواړي او بې له دې چې خلکو په دې باب کومه مذاکره کړې وي، روښانه شوه، چې د دې ټولنې مشري د دې سړي ده؛ یعنې نبوي شخصیت او عظمت، ټول د هغه پر وړاندې خاکسار کړي وو؛ څرګنده شوه، چې هغه مشر دی او څه چې وايي، باید ټول یې په چورلیځ حرکت او اقدام وکړي.

حضرت پېغمبر اکرم (ص) یو میثاق ولیکه، چې ټولو ته د منلو وړ شو. دا میثاق د ټولنیز چلن، معاملو، شخړو، دیه، له مخالفینو، یهودو او نامسلمانانو سره د حضرت پېغمبر اکرم (ص) د اړیکو په باب و. دا ټول ولیکل شول او ثبت شول؛ مفصل هم دی؛ کېدای شي د پخواني سترو تاریخي کتابونو دوه یا درې مخه یې نیولي وي.

بل ګام یې خوار مهم دی، د ورورولۍ رامنځ ته کول. باداري، خرافي تعصبونه، ټبریز غرور او یو له بله د ټولنې د وګړیو بېلوالی، د هغه مهال د عربي متعصبې او جاهلي ټولنې ځانګړنې او بلاګانې وې، چې پرې ککړ وو. حضرت پېغمبر اکرم (ص) د اخوت په رامنځ ته کولو، دا ټولې چارې تر پښو لاندې ولتاړلې. د پلاني ټبر د مشر او د یوه خورا نشتمن او منځني پوړ له یوه سړي سره یې وروري کړه او ورته یې وویل: تاسې دواړه سره ورورنه یاست او هغوی هم د زړه له کومې دا ورورولي ومنله. د ټبر مشران او مخور یې له مسلمان شويو مریانو او ازاد شویو مریانو سره ورورنه کړل او دې چار د ټولنیز یووالي پر لار ټول خنډونه لرې کړل.

د جومات لپاره یې چې مؤذن ټاکه، خوږ غږي او پيمخي خورا ډېر ول، مخور او ستر شخصیتونه هم ډېر ول؛ خو په دې ټولو کې یې حبشي بلال وټاکه. ښکلا، څېره، کورنی، مورنی، پلرنی او توکیز شرف مطرح او نوموتی نه و؛ یوازې اسلام، ایمان، د خدای په لار کې هڅې او په دې لار کې سرښندنه کچه وه. وګورئ، چې څنګه یې په عمل کې ارزښتونه وټاکل. تر خبرې ډېر یې عمل او سیرت پر زړونو اغېزمن و.

[1].د جمعه سورت، دویم آیت.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!