تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه رورولي او پخلاینه ((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ=په حقيقت كې مؤمنان يو د بل وروڼه دي؛نو د خپلو وروڼو ترمنځ (چې كله اختلاف پيدا كړي) روغ وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ، ښايي پر تاسې رحم  وکړاى […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

رورولي او پخلاینه

((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ=په حقيقت كې مؤمنان يو د بل وروڼه دي؛نو د خپلو وروڼو ترمنځ (چې كله اختلاف پيدا كړي) روغ وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ، ښايي پر تاسې رحم  وکړاى شي. ))

ټکي :

دا آيت د مؤمنانو ترمنځ اړيکې د دوو ورونو په څېر ګڼي ، چې په دې تعبيرکې لاندې ټکي پراته دي .

الف :  ورونه د پرديو پر وړاندې  يو موټى او د يو بل مټ وي .

ب : د ورونو ملګرتيا ژوره وي .

ج : نن د مينې د ښکاره کولو لپاره د ملګري ، دوست ، هېوادوال او …. څرګندنې- اصطاحات کارول کېږي ؛خو اسلام د ورور څرګندنه- اصطلاح کارولې ، چې ډېره پخه مانا لري.

د: د ورونو ملګرتيا دوه اړخيزه وي .

هه : په حديث کې دوه ديني ورونه له دوو لاسونوسره ورته ښوول شوي ، چې يو بل وينځي . ( محجة البيضاء )

*په دې آيت او تېر آيت کې درې ځلې (( اصلحوا )) راغلى، چې ښيي  اسلام  سولې ته زياته پاملرنه لري .

*دا چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه ترخې پاپلې لري لکه : غوسه، ناوړه ګومان ، ناوړه تبليغات ، غچ او تر جګړې وروسته فتنې ( له جګړې مراد د تېرو آيتونو پېښې دي)؛نو کله قرآن په دې دوو آيتونو کې د (( اصلحوا، َأَقْسِطُوا، يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ، إِخْوَةٌ ، أَخَوَيْكُمْ، اتَّقُوا ، تُرْحَمُونَ )) د غونډلو – جملو په راوړاو له جګړې پر پاتو ټپونو ملحم ايښي دي .

پيغامونه :

١_  د ورورلۍ راز يوازې په ايمان کې دى . (اقتصادي،سياسي، نژادي ، جغرافيايي او تاريخي مسايل په انسان کې د ورورلۍ روح نشي اچولاى) (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ)

٢_  د ايمان له مخې په دوستۍ کې د وخت،عمر کار او ځاى شرط نه وي . (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ)

٣_  څوک دې ځان تر نورغوره نه ګڼي .( إِخْوَةٌ )

 ٤_  سولې او روغې ته له مينې ډک اوپه زړه پورې  ټکي وکاروئ . (إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا)

٥—سوله او روغه راوړل پر ټولو مسلمانانو فرض ده. (فَأَصْلِحُوا)

٦_  روغه راوستونکى هم د دواړو ښکېلو ډلو وروردى . (بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ)

٧_  روغه او سوله راوړل هم خپل آفتونو لري؛نو پام مو وي . (فَأَصْلِحُوا…. اتَّقُوا ) ( چې ځينې آفتونه يې دا دي : ځان ښوونه ، تمه ، په سوله کې عدالت ته نه پاملرنه،منت ايښوول او…)

٨_  جګړه ماره ټولنه د خداى له رحمتونو بې برخې ده. (فَأَصْلِحُوا…. اتَّقُوا …. تُرْحَمُونَ )

٩_  سوله او مينه د الهي  پېرزوینو د ورېدو سریزه ده . (فَأَصْلِحُوا تُرْحَمُونَ )

 ورورولي

*د اسلام يوغوراوى دا دى،چې سمونې له بېخه پيلوي ؛ د ساري په ډول، وايي : (إِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) (يونس/ ٦٥)؛يعنې ټول عزت د خداى لپاره دى ،بيا سپارښتنه کوي ،چې ولې د عزت  لاس ته راوړو ته په ده اوهغه پسې ځئ  يا وايي : (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) ( ټول ځواک د هغه دى)( بقره/ ١٦٥) بيا پايله اخلي،چې ولې هره ورځ د يوه له شاو خوا تاوېږې راتاويږئ ؟!  دغسې په دې آيت کې وايي : ټول مؤمنان  يو د بل وروڼه دي،بيا وايي : اوس نوچې ټول سره وروڼه ياست ؛نو څه ته شخړې کوئ !؟ ټول د يو بل دوستان اوسئ .

نوځکه د يو وګړي او ټولنې سمونې ته بايد لومړى د هغوى اندیز- فکري اوګروهیز- اعتقادي بنسټ سم شي اوبيا د انسان چلن .

*د ورورلۍ طرحه او د ورور د څرګندنې- اصطلاح کارول د اسلام  نوون – ابتکار دى . پېغمبر اکرم(ص) له اوو سوو تنو سره په “نخيله” کې و،چې جبراييل راغى،ويې ويل : خداى د پرښتوپه منځ کې ورورلي راوستې. حضرت پېغمبراکرم هم د خپلو اصحابو په منځ کې ورورلي راوسته او څوک چې د چا هم اندى – همفکر و، دهماغه ورورشو؛ لکه : حضرت ابوبکر له حضرت عمر سره ، حضرت عثمان له حضرت عبدالرحمن سره ، حضرت سلمان له حضرت ابوذر سره ، حضرت طلحه له حضرت زبير سره ، حضرت مصعب له حضرت ابوايوب انصاري سره حضرت حمزه له حضرت زيد بن حارثه سره ، حضرت ابودردا له حضرت بلال سره ، حضرت طيارله حضرت معاذبن  جبل سره،حضرت مقداد له حضرت عمارسره ، ام المؤمنين عايشه بي بي له ام المؤمنين حفصې بي بي سره ،حضرت ام سلمه له حضرت صفيې سره او په خپله آنحضرت (ص) له حضرت علي سره ورورنه شول . ( بحار۳۸/٣٣٥)

 د احد په عزا کې پېغمبر ااکرم (ص) حکم وکړ، دوه تنه شهيدان ( حضرت عبدالله بن عمر او حضرت عمربن جموع ) چې سره ورورنه شوي ول ، په يو قبرکې ښخ کړئ . ( شرح ابن ابی الحدید ١٤/٢١٤ – بحار۲۰/١٢١)

*د نسبي ورورلۍ پړى يوه ورځ شلېږي ، (فَلَا أَنسَابَ بَيْنَهُمْ) (مومنون /١٠١) ؛خو د ديني ورولۍ پړى ان د قيامت پر ورځ هم تړلى وي .( إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ )(مجر/ ٤٧)

خورلڼې د مؤمنو مېرمنوو ترمنځ هم شته؛ لکه څنګه چې د اخوت تعبير د ښځوپه هکله په يو بل ځاى کې هم کارول شوى (وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَاء)( نساء/ ١٧٦)

*ورورولي بايد يوازې د خداى لپاره وي ، که څوک له چاسره د دنيا لپاره ورور شي؛نوخپل مطلب ته به ونه رسى او داسې ورونه به د قيامت پر ورځ يو د بل دښمنان وي  . ( بحار۷۴/ ١٦٧)

قرآن وايي :

 ((الْأَخِلَّاء يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ(زخرف/۶۷) =پر هغه ورځ به بې له پرهېزګارانو (نور ټول) دوستان د يو بل دښمنان وي.))

*تر ورور موندنې ‏د ورورلۍ پالنه مهمه ده . ډېرو روايتونو هغه کسان رټلي ،چې خپل ديني وروڼه يې پرېښي دي،ان سپارښتنه شوې،چې که وروڼه دې له تا ‏لرې شول ؛نوته ترې ځان مه لرې کوه . ‏( بحار۷۸/ ٧١ )

*روايتونه وايي : په ديني وروڼو کې مو ‏هغوى ته ډېر پام وسه،چې پخواني دي او که خطا ترې وشوه ؛نو خير دى،ته ورته څه مه وايه او که غواړې بې عېبه دينې ورور ‏پيدا کړئ ؛ نو بې وروره به پاتې شې. ( ميزان الحکمة )

*روايتونو د هغو کسانو د ثواب په هکله ډېر څه ويلي ،چې د يو ديني ورورستونزه هواره کړي،ان ويلي يې دي،چې که چا د يو ديني ورور ستونزه هواره کړه ؛نوخداى  به یې  د قيامت پر ورځ  زر ستونزې  هوارې ‏ کړي. ( ميزان الحکمه )

*امام صادق وايي : مؤمن د مؤمن وروردى؛لکه د يو بدن په څېر،چې که غړي يې پر درد شي؛نو ټول بدن دردوي .

(ژباړن : رحمان بابا وايي :

آدم زاد په مانا واړه یو صورت دی

هــــر چــې بـل ازاروي هغه ازار شي

د ورورولۍ حقوق

*د خداى رسول (ص) وويل : مسلمان پرخپل مسلمان ورور دېرش حقه لري ، چې بايد پرځاى یې کړي لکه :

١_  بښنه او لورنه ‏.٢ د راز ساتنه .٣—د تېروتنوجبران . ٤_  د عذر منل .٥_  د بدانو پر وړاندې ‏يې دفاع .٦_  خيرغوښتنه . ٧_  پر وعده عمل . ٨_  د ناروغۍ پر یې مهال پوښتنه .٩—د جنازې لمونځ . ١٠_  د بلنې او ډالۍ منل . ١١—ورته ډالۍ ورکول . ١٢—د ښه چارو پر وړاندې ترې مننه .١٣—ورسره مرسته . ١٤—‏ د حيا او ناموس يې ساتنه . ١٥—د اړتيا په وخت کې يې په کار راتلل . ١٦_  د ستونزو  هواري ته ‏يې واسطه کېدل . ١٧—که ورک وي ورته لار وښيي .١٨—پرشي ته يې یرحمکم الله ويل . ١٩—د سلام ځواب ورکول . ٢٠—د خبرې درناوى . ١٢—له دوست سره يې دوست او له دښمن سره يې دښمن وي . ٢٤—په غم او ناوړه پېښو کې یې ځان ته نه پرېښوول . ٢٥— څه چې ځان ته خوښوي هغه ته دې هم خوښ کړي او ….. ( بحار۷۴/ ٢٣٦)

*په حديث کې راغلي : پېغمبر(ص) چې د (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ)  آيت ولوست ؛نو ويې ويل : (( د مسلمانانو وينه يو له بل سره برابره ده . که له مسلمانانو يو ساده تن هم وعده وکړه ؛ نو بايد ټول پرې ولاړ اوسئ، د ساري په ډول : ‏که يوعادي مسلمان هم چا ته پناه يا امان ورکړ؛نو ټول بايد پردې تړون ودرېږي او د شريک دښمن پر وړاندې ‏سره يولاس شي (تفسيرقمي۱/٧٣)

*حضرت علي، کميل ته وويل : هغه ورور دې ورور نه دى ، چې ورسره مينه نه لرې . (تحف العقول ، ١٧١مخ )

 *انسان په بشپړايمان کړاى شي د خداى د اولياوو په ليکه کې ودرېږي . (سَلمان مِنّا اهل البيت) .( سلمان زما له کورنۍ څخه دى ) ( بحار۱۰/١٢٣مخ )؛لکه څنګه چې په کفر، انسان له کړۍ ‏ووځي؛لکه خداى،چې ‏نوح علیه السلام ته يې د زوى په هکله وويل : (إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ) . ( هود/ ٤٦)( هغه له تا څخه نه دى . )

 غوره او ښه ورور

روايتونه غوره او ښه ورور داسې ښيي : غوره او ښه ورور‏ دې هغه دى،چې خير دې غواړي او زړه يې درباندې سوځي او ان پر تريو تندي دې د خداى لاروۍ ته اړ کړي،ستونزې دې هوارې ‏کړي او د خداى لپاره درسره ملګرى وي،کړه وړه يې ستا د ودې لامل شي،خبره يې ستا پوهه زياته کړي،په تيروتنو پسې دې ولاړ نشي او که نيمګړتیا يې درکې وليده درته يې ووايي ، پرناسمه له تلو دې وساتي، مات مخى – حياناکه ، امين ، رښتين  او لمونځ ته د پام اړولو خوى ولري او په تنګسه او پراخۍ کې دې هېر نه کړي .( ميزان الحکمه )

 په قرآن کې سوله

په دې آيت کې مو ولوستل،چې مؤمنان سره ورونه دي ؛نو د هغوى ترمنځ سوله او روغه وکړئ؛نو ځکه ښه به وي،چې پر روغه او سوله رڼا واچوو: په قرآن مجيد کې د سولې (وَالصُّلْحُ خَيْرٌ) ( نساء/ ١٢٨ ) ،سمونې(وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ)( انفال /١)، د زړونو لاس ته راوړل (فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ)( آل عمران / ١٠٣) ،( إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا) ( نساء/ ٣٥) (ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً) ( بقره /٢٠٨) څرګندنې کارول شوي ‏ او دا ښيي،چې اسلام څومره په سوله کې ژوند ته ارزښت ورکوي.

 د پخلاينې ارزښت

*د مسلمانانو د زړونو ترمنځ خوږلنی له الهي نعمتونو ځنې دی،چې خداى په قرآن کې ویلي دي : ‏( كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ) ( آل عمران /١٠٣ ) ياد کړئ،چې تاسې تر اسلام مخکې يو له بل سره دښمنان وﺉ؛لکه د “اوس” او د “خزرج” د ټبرونو ترمنځ ،چې ١٢٠ کلنه دښمني وه ، چې  د هغوى په منځ کې یې روغه اوسوله وکړه .

په سوله او پخلاینه خداى خوښېږي . ((وَإِن تُصْلِحُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا)( نساء /١٢٩) =او د روغې لار ونيسئ او پرهېزګاري وكړئ؛ نو بېشكه ،چې خداى ډېر بښونكى (او) مهربان دى . ))

څوک چې د مسلمانانو ترمنځ منځګړتوب کوي؛نو ثواب به يې ډېر وي . (وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا )( نساء /٨٥ )

*اسلام په خلکو کې د سولې  لپاره ځانګړي احکام لري لکه :

١_  دروغ چې کبيره ګناه ده ،که د سولې او روغى لپاره وويل شي ؛نو ګناه نه لري ((لا كِذبَ على المُصلِح)) ( بحار۶۹/ ٢٤٢ )

٢_  په غوږ کې پسپسکى  شيطاني چار دی،چې د ليد ونکيو په زړه کې شبهه اچوي،چې ترې منع شوي يو( مجادله /١٠) ؛ خو که د سولې او روغې لپاره وي؛نو پروا نه لري . (لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ )( نساء / ١١٤)

٣_  سره له دې چې پر‏ قسم عمل کول فرض او ماتول يې حرام دي؛خو که چا قسم خوړلی وي،چې نور به د چا په منځ کې سوله او روغه نه کوي؛نو اسلام د داسې قسم ماتول جایز ګڼلي دي.(وَلاَ تَجْعَلُواْ اللّهَ عُرْضَةً لِّأَيْمَانِكُمْ أَن تَبَرُّواْ وَتَتَّقُواْ وَتُصْلِحُواْ بَيْنَ النَّاسِ )( بقره/ ٢٢٤)

٤_ سره له دې چې پر وصيت عمل فرض اوپرېښوول يې حرام دي ؛خو که پر وصيت عمل کول په خلکو کې فتنه اچوي او ترمنځ يې اوبه خړوي ؛نو اسلام سولې ساتنې ته اجازه ورکوي،چې وصيت پرېښوول شي . (فَمَنْ خَافَ مِن مُّوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلاَ إِثْمَ) ( بقره / ١٨٢ )

٥_  سره له دې چې د مسلمان وينه محترمه ده ؛خو که ځينې مسلمانان سرغړونه اوجفا وکړي ؛نو د سولې راوستو ته یې وژنه په کار ده. (فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي)( حجرات/ ٩)

 د سولې او روغې د راوستو د لارې خنډونه

دا خنډونه قرآن او روايتونو راښوولي دي .

١—شيطان :

 قرآن وايي : (( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (بقره/۲۰۸) =مؤمنانو ! ټول د ايمان او اطاعت [اسلام] په وره ننوځئ او د شيطان پر ليكو مه ځئ ، چې هغه مو ښكاره دښمن دى .))

 ((إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء(مائده/۹۱)= شيطان درسره د کيني او دښمنۍ اراده لري . ))

٢— کنجوسي :

قرآن کريم وايي : ((وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ( نساء/ ١٢٨ )= سوله غوره ده،که څه ځينې حرص او کنجوسي کوي ))

٣_  ځانمني او پېسمني – غرور هم کله دسولې اوپخلاينې مخه نيسي .

 د الهي رحمت د لاملونو يوه څنډه

 *که قرآن ته وکتل شي او يوازې د ((لعلکم ترحمون )) غونډله تر ځیر لاندې ونیول شي؛نو هغه لاملونه ‏راښي،چې د خداى رحمت راوروي ؛لکه :

١—د خداى،رسول او آسماني کتاب لاروي . (أَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ) ( آل عمران/ ١٢٣) (وَهَذَا كِتَابٌ…. فَاتَّبِعُوهُ…. لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) ( انعام/ ١٥٥ )

٢_  لمونځ او زکات ورکول .  (وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ …. لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ )( نور/ ٥٦)

٣_  د مسلمانانو په منځ کې سوله اوروغه کول. (فَأَصْلِحُوا … لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) (حجرات/۱۰)

٤_  توبه ايستل. (لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)( نمل/ ٤٦)

٥_  د قرآن تلاوت ته غوږ ايښوول : (وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ…. لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)( اعراف / ٢٠٤)

په روايتونو کې د الهي رحمت سرچينې

١_  د مؤمن ناروغ پوښتنه : څوک چې د ناروغۍ پوښتې ته ولاړ؛نو تر الهي رحمت لاندې به وي ‏.( وسايل ا۲/٤١٥)

٢_  له بېوزليوسره مرسته کول : له بېوزلي سره مرسته وکړئ اوله دې لارې له خدايه رحمت وغواړئ . ( مستدرک۹/ ٥٤ )

٣_  له اولادوالو کورنيو سره مرسته : په روايتونوکې ډېره سپارښتنه شوې هغوى چې ډېرې لوڼې لري ورسره په رحم چلن وکړئ .

٤—دعا ،لمونځ، پسته خبره،مسلمان ته غاړه او لاس ورکول . ( وسائل ۷/٣١‏)

٥_  د خلکو د ستونزو هوارول : که څوک د ستونزې هواري ته په تاسې پسې راغى؛نو  مه یې ‏نهيلوﺉ ‏؛ځکه  د خداى رحمت دى . ( کافي ۲/ ٢٠٦‏)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!