تبلیغات

دسجدې تاريخ خداى چې حضرت آدم پيداکړپرېښوته يې امروکړ،چې ورته سجده وکړئ . وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُوْا لآِدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى‏ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ ( بقرۀ\٣٤) = [ او (درياد كړه) چې موږ پرېښتو ته وويل: ((چې آدم ته سجده وكړئ.)) ټولو سجده وكړه ؛خو ابليس ونكړه سرغړونه او لويي يې وكړه او […]

دسجدې تاريخ

خداى چې حضرت آدم پيداکړپرېښوته يې امروکړ،چې ورته سجده وکړئ .

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُوْا لآِدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى‏ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ ( بقرۀ\٣٤) = [ او (درياد كړه) چې موږ پرېښتو ته وويل: ((چې آدم ته سجده وكړئ.)) ټولو سجده وكړه ؛خو ابليس ونكړه سرغړونه او لويي يې وكړه او ( د خپلې سرغړونې او تكبر له امله) د كافرانوله ډلې شو .]

البته سجده يواځې خداى ته ده او د خداى پر حکم انسان يواځې د پرېښتو قبله شوه. له ابليس پرته ټولو سجده وکړه او خداى پر همدې سرغړونې له خپل درګاه وويست. دا پېښه قرآن څو څوځلې تکرار کړى او پوهېږو،چې دا تکرار بې دليله نه دى. ښایي انسان ته دا ووايي: انسانه ! چې ټولې پرېښتې درته په سجده پريوتې ته ولې خداى ته سجده نه کوې؟انسانه! ابليس تا ته د سجدې په نه کولو وشړل شو اوس،چې ته خداى ته سجده نه کوې ؛نو څه غواړې ؟ ابليس چې انسان ته سجده و نه کړه ؛نو ويي ويل : زه له انسان غوره يم ايا ته کړاى شې و وايي زه له خداى غوره يم ؟ ته خوپه يو وخت کې هيڅ هم نه وې کله، چې دنيا ته راغلې کمزورى وې او اخربه هم عاجزله دې دنيا ځې څنګه د خداى پر وړاندې پېسمني- کبرکوې.

په هرحال د بشر تر خلقت وروسته د خداى لومړى حکم د سجدې و .

د سجدې اهميت

د خداى پر وړاندې د انسان ډېرغوره حالت سجده ده. خداى ته د نژدې کېدو ډېره غوره لار سجده ده .

كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ ( علق\١٩) = [هېڅكله داسې نۀ ده (چې هغه منع كوونكى يې ګڼي) خبره يې مۀ منه او سجده وكړه او (خداى ته) نژدې شه]

د پېغمبراکرم (ص) د ‏پالیالو- با فايارانو نښه دا وه ،چې په مخ کې به يې دسجدې نښې ليدل کېدلى .

مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعاً سُجَّداً يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً سِيَماهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى‏ عَلَى‏ سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً ( فتح\٢٩) = [محمد(ص) د خداى استازى دى او هغه كسان چې ورسره دي،پر كافرانو ډېر سخت (او) پخپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي، تۀ به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او پدې عبادت) د خداى فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. هغوى په تورات او انجيل کې په همدې ځانګړنو ياد شوي دي، دوى هغه كښت ته ورته دي، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راوباسې،بيا خپله ملا ټينګه كړي،بيا كلك شي،بيا (د ښې ودې له امله) پر خپلو ډډونو درېږي چې بزګران ورته حيرانېږي. (همدغسې د محمد(ص) ياران له کمزورۍ ځواک ته رسي) چې كافران پر بيا وړتيا يې له غوسې وسوځي! هغوى چې ايمان راوړى او ښه (كارونه) يې كړي دي (؛نو) خداى ورته د بښنې او لوى اجر وعده وركړې ده]

سجده انسان له ټولې هستۍ سره همغږې کوي ؛ځکه د اسمانونو او ځمکې ټول موجودات ،ستوري اوبوټي خداى ته سجدې کوي.

وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّماوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مِن دَابَّةٍ وَالْمَلاَئِكَةُ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ ( نحل\٤٩) = (نه يواځې سيوري؛بلكې) په اسمانو او ځمكه كې چې څه خوځنده دي او همداراز پرېښتې خداى ته سجده كوي او سرغړونه نه کوي .

وَالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ يَسْجُدَانِ ( الرحمن\٦) = [او بوټى او ونه (ورته) سجده كوي.]

سجده له الهي پرېښتوسره همغږي ده .حضرت علي (ک) وايي : په اسمان کې داسې پوړ ‏نشته،چې به پکې يوه ډله پرېښتې د سجدې په حال کې نه وي.‏

سجده د بندګۍ او عبوديت لوړه درجه ده؛ځکه انسان د خپل بدن تر ټولو لوړه برخه؛يعنې تندى پرخاورو ږدي او د خداى په دربار کې د ذلت او خوارۍ اظهار کوي.سجده سترو ښځو او سړیو ته سترمقام دى.خداى پېغمبرته نه يواځې په ورځ کې؛بلکې په شپه کې هم دسجدى حکم کوي .

وَمِنَ اللَّيْلِ فَاسْجُدْ لَهُ وَسَبِّحْهُ لَيْلاً طَوِيلاً ( انسان\٢٦) = (( او د شپې په څه برخه كې (راپاڅېږه) او سجده ورته وكړه او اوږده شپه يې ستايه.))

خداى حضرت مريم ته وايي :

يَا مَرْيَمُ اقْنُتِي لِرَبِّكِ وَاسْجُدِي وَارْكَعِي مَعَ الرَّاكِعِينَ ( آل عمران \ ٤٣) = مريمې ! (ددې نعمت په شكرانه كې ) د خپل پالونكي اطاعت وكړه او سجده وكړه او له ركوع كوونكيو سره ركوع وكړه.( له لمونځ كوونكيوسره په جمع لمونځ كوه )

سجده تر رکوع وروسته راغلى او له رکوع بشپړ او لوړ پړاو دى؛نوځکه په قرآن کې د يوبل په څنګ کې راغلي دي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ارْكَعُوا وَاسْجُدُوا وَاعْبُدُوا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (حج \٧٧) = ((ايمانوالو! ركوع او سجده وكړئ او خپل پالونكى ولمانځئ او ښې چارې ترسره كړئ، ښايي بريالي شئ))

 

مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعاً سُجَّداً يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً سِيَماهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى‏ عَلَى‏ سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً ( فتح \ ٢٩ ) = ((محمد(ص) د خداى استازى دى او هغه كسان چې ورسره دي،پر كافرانو ډېر سخت (او) پخپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي، تۀ به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او پدې عبادت) د خداى فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. هغوى په تورات او انجيل کې په همدې ځانګړنو ياد شوي دي، دوى هغه كښت ته ورته دي، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راوباسې،بيا خپله ملا ټينګه كړي،بيا كلك شي،بيا (د ښې ودې له امله) پر خپلو ډډونو درېږي چې بزګران ورته حيرانېږي. (همدغسې د محمد(ص) ياران له کمزورۍ ځواک ته رسي) چې كافران پر بيا وړتيا يې له غوسې وسوځي! هغوى چې ايمان راوړى او ښه (كارونه) يې كړي دي (؛نو) خداى ورته د بښنې او لوى اجر وعده وركړې ده.))

سجده پرالهي آيتونو دايمان رمز دى .

إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّداً وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ ( سجده \ ١٥) = ((يواځې هغوى زموږ پر آيتونو ايمان راوړي،چې كله ورته پدې (آيتونو) پند وركړاى شي؛ نو پر سجده پرېوځي او خپل پالونكى په پاكۍ ستايي او لويي نه كوي))

د شپې سجدې د صالحوبندګانو نښې دي.

وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّداً وَقِيَاماً ( فرقان\٦٤) =(( هغوى چې خپل پالونكي ته شپه پر سجده يا ولاړه تېروي.))

سجده د لمانځه سينګار دى؛نوپه غوره توګه يې بايد وکړو .امام صادق وايي : په لمانځه کې رکوع او سجدې په غوره توګه وکړئ؛ځکه چې خداى وسوه ځله (٧٠٠) اجر او لاډېر هم ورکوي . (بحارالانوار،۸۵/ ۱۳۹)

سجده د خداى پیرزوینې ‏له ځانه سره لري ان تردې،چې په هره سجده کې د انسان يوه ګناه بښل کېږي او ستر اجر ورته ورکول کېږي. حضرت علي وايي: که انسان پوه شي،چې د سجدې په حالت کې پرې څه ډول رحمتونه ورېږي ؛نو هيڅ کله به هم له سجدې پانه څېږي.(جامع الاحادیث،۵/ ۴۵۳)

سجده د ځانمنئ او پېسمنۍ – غرور اروا له منځه وړي او انسان له ښاڅمنۍ – تکبره ژغوري.پېغمبراکرم (ص) وايي :(( زه به د قيامت پر ورځ خپل امت پرتندي يې د سجدو له نښو پېژنم . ( مسنداحمدبن حنبل ٤\ \٨٩)

پرکومه ځمکه چې انسان سجده ايښې په قيامت کې به هماغه ځمکه پرې دعبادت لېینه- شاهدي ورکوي. (جامع الاحاديث ٥\١٨٩)

په کوم ځاى کې چې انسان سجده کوي د اسمان په لورې ترې يو رڼا ځي. (مستدرک وسايل ٤\٤٨٥)

اوږدې سجدې او رکوع ګانې د نعمتونو د پراخوالي او د عمر د اوږدوالي لامل ګرځى.سجده دومره مهمه ده،چې خداى ‏ابرهيم علیه السلام او‏ اسمعيل علیه السلام ته حکم کوي،چې مسجدالحرام ،طواف کوونکيو،معتکفينو ،رکوع کوونکيوو اوسجده کوونکيوته پاک کړئ .

وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْناً وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى‏ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ (بقره \١٢٥) = او( دريادكړئ ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن وامان ځاى وګرځاوه (دخاطرو د رايادولو لپاره ) د ابراهيم په مقام كې ځان ته عبادتځى وټاكئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ، چې:(( زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ. ))

 

 

[ سرچینه : تفسیر نماز، شیخ محسن قرآیتی]

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!