تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه   الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِي الْآخِرَةِ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ ﴿۱﴾ ستاېنه هماغه الله ته ده، څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، د هماغه دي او په [پيل او] آخرت كې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه

 

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِي الْآخِرَةِ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ ﴿۱﴾ ستاېنه هماغه الله ته ده، څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، د هماغه دي او په [پيل او] آخرت كې (هم) ستاېنه یوازې هماغه ته ده او هغه باخبر حكيم دى.  (۱)

 

يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ الرَّحِيمُ الْغَفُورُ ﴿۲﴾ څه چې په ځمكه كې ورننوځي، څه چې ترې راوځي، څه چې له اسمانه راكوزېږي او څه چې ورخېژي [دا ټول] ورمعلوم دي او هغه لورين بښونكى دى . (۲)

 

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَأْتِينَا السَّاعَةُ قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَالِمِ الْغَيْبِ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَلَا أَصْغَرُ مِن ذَلِكَ وَلَا أَكْبَرُ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ ﴿۳﴾ او كافران وايي: ((موږ ته به قيامت رانشي.)) ووايه: ((هو! پر پالونكي مې قسم، چې هرومرو به تاسې ته درشي (هسې پالونكى) چې له غيبو خبر دى، په اسمانونو او ځمكه كې د ذرې هومره ترې څه نه پټېږي؛ نه تر ذرې كوچنى او نه (ترې) غټ؛ خو داچې (دا ټول د الله د علم) په څرګندوی كتاب كې (ثبت) دي.))  (۳)

 

لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۴﴾ چې نېکانو مومنانو ته بدله وركړي همدا دوى ته بښنه او ښه روزي ده . (۴)

 

 

وَالَّذِينَ سَعَوْا فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِّن رِّجْزٍ أَلِيمٌ ﴿۵﴾ او هغوى چې زموږ د آيتونو په [رد او انکار] کې هڅه کړې ده او انګېرله يې، چې زموږ د قدرت له ولكې تښتېداى شي، همدا دوى ته ناوړه دردناک عذاب څارو دى. (۵)

 

وَيَرَى الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ الَّذِي أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ وَيَهْدِي إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ﴿۶﴾ او له پوهې برخمن، پوهېږي څه چې ستا د پالونکي له لوري درنازل شوي، حق بولي، چې د بریمن ستایل شوي (الله) لار ته ښوونه کوي. (۶)

 

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلَى رَجُلٍ يُنَبِّئُكُمْ إِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّكُمْ لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ ﴿۷﴾ او كافران وايي: ايا تاسې ته داسې يو سړى در و ښيو، چې په دې مو خبروي، چې (مړه شئ او) په بشپړ ډول خواره واره کړاى شئ، بېشکه نوی پنځون [او بڼه]به ومومئ؟!  (۷)

 

 

أَفْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَم بِهِ جِنَّةٌ بَلِ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ فِي الْعَذَابِ وَالضَّلَالِ الْبَعِيدِ ﴿۸﴾ [وايي] ايا [دې سړي] پر الله دروغ تړلي يا پېریانی شوی؟ (داسې نه ده)؛ بلكې له آخرته منکران په عذاب او (له حقه) لرې بېلارېتوب كې پرېوتي دي (او همدا سخت انکار يې د بېلارۍ نښه ده)! (۸)

 

أَفَلَمْ يَرَوْا إِلَى مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِن نَّشَأْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ نُسْقِطْ عَلَيْهِمْ كِسَفًا مِّنَ السَّمَاءِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِّكُلِّ عَبْدٍ مُّنِيبٍ ﴿۹﴾

 

ايا د اسمان او ځمكې هغه څه ته یې پام نه دی، چې د دوی وړاندې روسته دي (چې پر هر څيز د الله له واکمنۍ خبر شي)؟! كه وغواړو په ځمكه كې یې ورښخو [لکه قارون] يا له اسمانه (د ډبرو) يوه ټوټه پرې راغورځوو [ لکه چې د لوط پر قوم مو ډبرې وورولې]، بېشكه په دې (ګواښنه) كې هر توبه ايستونكي بنده ته (د الله د قدرت) يوه نښه ده. (۹)

 

 

وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ مِنَّا فَضْلًا يَا جِبَالُ أَوِّبِي مَعَهُ وَالطَّيْرَ وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ ﴿۱۰﴾ او په رښتيا داوود ته مو له خپل لوري نعمتونه او ځانګړتیاوې وركړې وې؛ (و مو ويل:) ای غرونو او مارغانو! [په تسبيح کې] ورسره همغږي شئ او اوسپنه مو ورته پسته كړه.(۱۰)

 

أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۱۱﴾ (او ورته مو وويل:) چې ارتې زغرې جوړوه او اندازه یې سمه نيسه (چې كړۍ يې سره برابرې وي) او ښه كارونه كوئ؛ (ځكه) زه مو د کړنو لیدونکی یم.  (۱۱)

 

وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ وَأَسَلْنَا لَهُ عَيْنَ الْقِطْرِ وَمِنَ الْجِنِّ مَن يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَمَن يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ ﴿۱۲﴾ او سليمان ته مو باد (اېل كړ، چې ورسره مسافرت وكړي)، چې د سهار تگ يې د يوې مياشتې مزل و او د مازيګر بېرته راتگ يې (هم) د يوې مياشتې مزل و او د ويلې شويو مسو چينه مو وروبهوله او يو شمېر پېريانو د پالونكي په حكم د ده په مخكې كار كاوه او چې هر يو یې زموږ له فرمانه سرغاړی کاوه (؛ نو) د سوځونده اور عذاب مو ورڅاكه!  (۱۲)

 

يَعْمَلُونَ لَهُ مَا يَشَاءُ مِن مَّحَارِيبَ وَتَمَاثِيلَ وَجِفَانٍ كَالْجَوَابِ وَقُدُورٍ رَّاسِيَاتٍ اعْمَلُوا آلَ دَاوُودَ شُكْرًا وَقَلِيلٌ مِّنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ ﴿۱۳﴾ څه چې (سلیمان) غوښتل، پېریانو ورته جوړول: عبادتځايونه، انځورونه، د تالاو په څېر لوى لوی لګنونه او پر نغریو ولاړ دېګونه (او ورته مو وويل:) د داوود كورنۍ! (ددې ټولو نعمتونو) شكر پر ځاى كړئ او له بندګانو مې ډېر لږ منندوى دي. (۱۳)

 

فَلَمَّا قَضَيْنَا عَلَيْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلَى مَوْتِهِ إِلَّا دَابَّةُ الْأَرْضِ تَأْكُلُ مِنسَأَتَهُ فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ الْجِنُّ أَن لَّوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ مَا لَبِثُوا فِي الْعَذَابِ الْمُهِينِ ﴿۱۴﴾ (د سلېمان له دې ټولې دبدبې سره)  نو چې موږ یې د مرګ پرېكړه وكړه، له مرګه یې دوی چا خبر نه کړل؛ خو یوې وینې (چینجي) یې کونټۍ خوړه؛ نو چې [تنه یې] راوغورځېده، پېريانو ته څرګنده شوه، كه پرغيبو (څه چې له حسه پټ دي) پوهېداى؛ نو په سپكوونكي تكليف (سختو کارونو) كې به (پوره يوكال) پاتې شوي نه وو. (۱۴)

 

لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ آيَةٌ جَنَّتَانِ عَن يَمِينٍ وَشِمَالٍ كُلُوا مِن رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوا لَهُ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ ﴿۱۵﴾ په يقين (د) “سبا” (خلکو) ته د دوی په هېواد كې (د الهي قدرت) يوه لويه نښه وه: ښي او كيڼ لوري ته دوه (ستر او پراخ) باغونه (لوى سيند، له ډېرو مېوو سره او ورته مو وويل:) د خپل پالونكي له روزۍ وخورئ او شكر يې وباسئ؛ ځکه هم ښار ګوټی مو ښه دی او هم پالونکی (مو) ډېر بښونكى دى. (۱۵)

 

فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُم بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَى أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِّن سِدْرٍ قَلِيلٍ ﴿۱۶﴾ خو دوی (له الله) مخ واړاوه؛ نو موږ زورور نېز پرې ورولېږه او دوه باغونه يې مو پر داسې باغونو ورواړول، چې مېوې يې ترخې او د غز ونې او ډېرې لږې د بېرې (ونې) پكې وې. (۱۶)

 

ذَلِكَ جَزَيْنَاهُم بِمَا كَفَرُوا وَهَلْ نُجَازِي إِلَّا الْكَفُورَ ﴿۱۷﴾ دا [سزا] مو د دوی د ناشکرۍ له لامله وركړه او ايا موږ بې له ناشكرو چا ته سزا وركوو؟  (۱۷)

 

وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ الْقُرَى الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا قُرًى ظَاهِرَةً وَقَدَّرْنَا فِيهَا السَّيْرَ سِيرُوا فِيهَا لَيَالِيَ وَأَيَّامًا آمِنِينَ ﴿۱۸﴾ او موږ د دوى او هغو اباديو ترمنځ، چې بركت مو پکې اچولی و، (نور) ښكاره كلي مېشت كړي ول او د دوی ترمنځ مو په ټاکل شويو ځايونو کې منزلونه وټاکل (او ورته مو وويل:) په دې کې شپه و ورځ په پوره امن ځئ راځئ. (۱۸)

 

فَقَالُوا رَبَّنَا بَاعِدْ بَيْنَ أَسْفَارِنَا وَظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ فَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ وَمَزَّقْنَاهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿۱۹﴾ خو (دې ناشكره خلكو) وويل: ((پالونكيه! منزلونه مو اوږده كړه)) (چې بېوسې له وسمنو سره يو ځاى سفر ونشي كړاى او په دې توګه) یې پر خپلو ځانونو تېرى وكړ او دوى مو (نورو ته د عبرت) داستانونه كړل او بېخي مو سره وشیندل، په رښتيا په دې (پېښه) كې هر زغمناک منندوى ته د عبرت نښې دي. (۱۹)

 

وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَيْهِمْ إِبْلِيسُ ظَنَّهُ فَاتَّبَعُوهُ إِلَّا فَرِيقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲۰﴾ (هو) او په رښتيا، د ابليس خپل ګومان پرې رښتيا شو، او بې له لږ شمېر مؤمنانو (نور ټول) ورپسې ولاړل. (۲۰)

 

وَمَا كَانَ لَهُ عَلَيْهِم مِّن سُلْطَانٍ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يُؤْمِنُ بِالْآخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِي شَكٍّ وَرَبُّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ ﴿۲۱﴾ او پر دوی د (ابليس) کوم زور نه و؛ خو موږ معلومول، چې څوك پر آخرت ايمان لري او څوك يې په اړه شكمن دي او ستا پالونكى پر ټولو څيزونو څارن دى. (۲۱)

 

قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِن شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُم مِّن ظَهِيرٍ ﴿۲۲﴾ ووايه : ((د الله پر ځای مو انګېرلي (معبودان) راوبلئ! (هېڅكله مو يوه غوټه هم نشي درسپړلاى؛ ځكه) دوى د يوې ذرې هومره په اسمانونو او ځمكه كې د كوم څيز څښتنان نه دي او نه یې (په پنځون او مالكيت كې) برخوال دي او نه (په پنځون كې) د الله مرستندوى ول.(۲۲)

 

وَلَا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ عِندَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ حَتَّى إِذَا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا الْحَقَّ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ ﴿۲۳﴾ او د الله په درشل کې هېڅ سپارښت ګټور نه دى؛ خو هغه چاته، چې هغه اجازه ورکړي. (پر هغه ورځ ټول په وېره كې وي؛ خو) چې د دوی له زړونو وېره لرې شي (او دهغه له لوري حكم وشي؛ نو په دې وخت كې مجرمان سپارښتګرو ته) وايي: ((ستاسې پالونكي څه وويل؟)) ورته وايي: ((حق (يې ووايه او مستحقينو ته يې د سپارښت اجازه راكړه)، او هغه لوړ مقامى ستر دى.)) (۲۳)

 

قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ وَإِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَى هُدًى أَوْ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۲۴﴾ ووايه : ((څوك له اسمانونو او ځمكې تاسې ته روزي دركوي؟)) (خپله ورته) ووايه: ((الله! او بېشکه موږ یا تاسې یا پر سمه لار يو يا په څرګند بېلارېتوب كې!))  (۲۴)

 

قُل لَّا تُسْأَلُونَ عَمَّا أَجْرَمْنَا وَلَا نُسْأَلُ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۲۵﴾ ووايه : ((زموږ د كړيو ګناهونو په پار به ونه پوښتل شئ (؛ لكه چې څنګه) موږ هم ستاسې د كړنو په اړه پوښتېدوني نه يو.) (۲۵)

 

قُلْ يَجْمَعُ بَيْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ يَفْتَحُ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِيمُ ﴿۲۶﴾ ووايه: ((زموږ پالونكى موږ او تاسې (پرېکړې ته) راغونډوي، بيا مو ترمنځ په حق پرېكړه كوي (او د مجرمانو ليكې له نېكانو بېلوي) او هغه ښه پوه پرېکندوى دى.)) (۲۶)

 

قُلْ أَرُونِي الَّذِينَ أَلْحَقْتُم بِهِ شُرَكَاء كَلَّا بَلْ هُوَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۷﴾ ووايه : ((هغوی راوښيئ، چې د شريكانو په توګه مو له هغه ‏سره نښلولي دي! داسې نه ده! (هغه شريك او ساری نه لري)؛ بلكې هغه ناماتى حكيم الله دى.))  (۲۷)

 

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۲۸﴾ او موږ ته ټولو خلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرګری او (له عذابه يې) گواښگرندى ورلېږلى یې؛ خو ډېر خلك نه پوهېږي. (۲۸)

 

وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۹﴾

 

او وايي: ((كه رښتوني ياست؛ نو دا ژمنه (قيامت) به كله وي؟)) (۲۹)
قُل لَّكُم مِّيعَادُ يَوْمٍ لَّا تَسْتَأْخِرُونَ عَنْهُ سَاعَةً وَلَا تَسْتَقْدِمُونَ ﴿۳۰﴾

 

ووايه : ((له تاسې سره هغه ورځ وعده ده، چې يوه ګړۍ روسته وړاندې کېدای ترې نشئ.))  (۳۰)
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَن نُّؤْمِنَ بِهَذَا الْقُرْآنِ وَلَا بِالَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِندَ رَبِّهِمْ يَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ الْقَوْلَ يَقُولُ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لَوْلَا أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ ﴿۳۱﴾ او كافرانو وويل: ((موږ به هېڅكله پر دې قرآن ایمان را نه وړو او نه پر هغو (کتابونو) چې ترې مخكې وو)) كه ته دا ظالمان (پر هغه وخت) ووينې، چې د خپل پالونکي په حضور کې (د حساب او جزا لپاره) درول شوي وي، پر هغه وخت به يو پر بل پړه اچوي (نو له حاله به يې حيران شې)! کمزوري كړاى شوي (مستضعفین) به لويي خوښيو (مستکبرینو) ته ووايي: ((كه تاسې نه واست (؛ نو) موږ به هرومرو مؤمنان وو. )) (۳۱)

 

قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا أَنَحْنُ صَدَدْنَاكُمْ عَنِ الْهُدَى بَعْدَ إِذْ جَاءكُم بَلْ كُنتُم مُّجْرِمِينَ ﴿۳۲﴾ (خو) ستر چاري به نتليو ته ځواب وركړي: ((چې ښیون ته وبلل شوئ، ایا موږ منع کړئ؛ بلكې پخپله ګناهګاران وئ)).  (۳۲)

 

وَقَالَ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا بَلْ مَكْرُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ إِذْ تَأْمُرُونَنَا أَن نَّكْفُرَ بِاللَّهِ وَنَجْعَلَ لَهُ أَندَادًا وَأَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ وَجَعَلْنَا الْأَغْلَالَ فِي أَعْنَاقِ الَّذِينَ كَفَرُوا هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۳۳﴾ او نتلي به ستر چارو ته ووايي: (( (داسې نه ده؛) بلكې ستاسې د شپې او ورځې درغليزې وسوسې ( زموږ د بېلارۍ لامل شوې) چې هڅولو مو، له الله منكر شوو او نور یې سيالان وانګېرو.)) او هغوى چې (الهي) عذاب وويني؛ نو خپله پښېماني پټوي (چې ډېر رسوا نشي) او د كافرانو په غاړو كې به ځنځيرونه ورواچوو، ايا بې له كړنو يې جزا وركول كېږي؟  (۳۳)

 

وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِّن نَّذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ كَافِرُونَ ﴿۳۴﴾ او موږ چې کومې سيمې ته کوم ننګوونکى (پېغمبر) ورلېږلى؛ نو شتمنو مخورو يې (چې په مزو چړچو مست ول) ويل: ((هډو راوړی پيغام دې نه منو.)) (۳۴)

 

وَقَالُوا نَحْنُ أَكْثَرُ أَمْوَالًا وَأَوْلَادًا وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿۳۵﴾ او ويې ويل: (((تر ټولو) زموږ شتمني او اولادونه ډېر دي (او دا راسره د الله د مينې نښه ده) او جزايي به نشو.))  (۳۵)

 

قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۶﴾ ووايه : ((په حقیقت کې زما پالونكى چې چاته وغواړي، روزي پراخوي او (يا یې) تنګوي، (دا يې درشل ته په نږدېوالي پورې اړه نه لري)؛ خو ډېر خلك (پردې حقيقت) نه پوهېږي.))  (۳۶)

 

وَمَا أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُم بِالَّتِي تُقَرِّبُكُمْ عِندَنَا زُلْفَى إِلَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ لَهُمْ جَزَاء الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا وَهُمْ فِي الْغُرُفَاتِ آمِنُونَ ﴿۳۷﴾ او ستاسې شتمني او اولادونه ما ته د رانژدېدو لامل نه دي؛ خو نېکانو مؤمنانو ته یې د كړنو دوه ګرايه بدله ده او (په جنتي) دنګو دنګو ماڼيو كې به ډاډمن وسي. (۳۷)
وَالَّذِينَ يَسْعَوْنَ فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُوْلَئِكَ فِي الْعَذَابِ مُحْضَرُونَ ﴿۳۸﴾ او هغوى چې زموږ د آيتونو په (رد او انکار) کې هڅې كوي او انګېري، چې زموږ د قدرت له منګولو به وتښتي(؛ نو) په عذاب كې به نېغ ولاړ وي. (۳۸)

 

قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۳۹﴾ ووايه: ((په حقيقت کې زما د پالونكي، چې له خپلو بندګانو چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي)، روزي يې پراخوي او (يا يې) ورتنګوي او څه چې (د الله په لار كې) ولګوئ؛ نو بدله یې دركوي (او ځاى يې ډكوي) او هغه غوره ((روزي)) وركوونكى دى.)) (۳۹)

 

وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ يَقُولُ لِلْمَلَائِكَةِ أَهَؤُلَاء إِيَّاكُمْ كَانُوا يَعْبُدُونَ ﴿۴۰﴾ او (درياد كړه) پر كومه ورځ، چې الله دوى ټول راغونډ كړي، بيا به پرښتې وپوښتي: ((ايا دوى تاسې لمانځلئ؟))  (۴۰)

 

قَالُوا سُبْحَانَكَ أَنتَ وَلِيُّنَا مِن دُونِهِم بَلْ كَانُوا يَعْبُدُونَ الْجِنَّ أَكْثَرُهُم بِهِم مُّؤْمِنُونَ ﴿۴۱﴾ (پرښتې) وايي: ((ته (له دې) پاك يې (چې كوم سيال ولرې)! يوازې (همدا) ته زموږ پالندوى يې، نه دوى، (موږ یې نه لمانځلو)؛ بلكې پېريان يې لمانځل او ډېرو يې ایمان پرې درلود.)) (۴۱)

 

فَالْيَوْمَ لَا يَمْلِكُ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ نَّفْعًا وَلَا ضَرًّا وَنَقُولُ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّتِي كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ ﴿۴۲﴾ (هو) نو نن هېڅوك يو بل ته څه ګټه او زيان وررسولاى نشي او موږ [مشرکو] ظالمانو ته وايو: ((د هغه اور عذاب وڅكئ، چې دروغ مو ګاڼه.))  (۴۲)

 

وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَذَا إِلَّا رَجُلٌ يُرِيدُ أَن يَصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُكُمْ وَقَالُوا مَا هَذَا إِلَّا إِفْكٌ مُّفْتَرًى وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءهُمْ إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿۴۳﴾ او چې زموږ څرګند آيتونه ورولوستل شي وايي: ((هغه يوازې يو سړى دى، چې غواړي موږ له هغه څه واړوي، چې پلرونو مو لمانځل)) او وايي: ((دا (قرآن خو) يوازې (په الله پورې) ورتړل شوي دروغ دي.)) او كافرانو ته چې كله هم حق ورغلى، ويلي يې دي: ((دا خو ښكاره كوډې دي.))  (۴۳)

 

وَمَا آتَيْنَاهُم مِّن كُتُبٍ يَدْرُسُونَهَا وَمَا أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ قَبْلَكَ مِن نَّذِيرٍ ﴿۴۴﴾ او موږ (مخكې) دوی ته کوم اسماني كتاب وركړى نه و، چې و يې لولي او زده يې کړي او موږ تر تا وړاندې (هم) دوی ته کوم گواښگرندى [=پېغمبر] ورلېږلى نه و. (۴۴)

 

وَكَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَمَا بَلَغُوا مِعْشَارَ مَا آتَيْنَاهُمْ فَكَذَّبُوا رُسُلِي فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿۴۵﴾ او تر دوى مخکې کسانو (هم الهي آيتونه او پېغمبران) دروغ ګنلي ول، حال دا، دوی (ستا د قوم کافران) لا د هغه څه (قدرت او شونتیاوې) لسمې برخې ته هم نه دې رسېدلى، چې پخوانيو ته مو ورکړي وو (هو!)؛ نو زما استازي يې دروغجن وګڼل؛ نو (وګوره) چې د انکار (سزا مې) څنګه وه؟  (۴۵)

 

قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُم بِوَاحِدَةٍ أَن تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِكُم مِّن جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ لَّكُم بَيْنَ يَدَيْ عَذَابٍ شَدِيدٍ ﴿۴۶﴾ ووايه: ((زه يوازې د يوې خبرې نصيحت درته كوم چې: تاسې د الله لپاره دوه دوه يا يو يو راپاڅئ، بيا غور او فكر وكړئ، چې دا ستاسې ملګرى [= محمد صلی الله علیه و آله و سلم] هېڅ لېونتوب نه لري، هغه خو یوه د سخت (الهي) عذاب وړاندې تاسې ته گواښگرندى دى.)) (۴۶)

 

قُلْ مَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۴۷﴾ ووايه : ((که کومه بدله مې درنه غوښتې وي؛ نو هغه دې همدا ستاسې وي؛ اجر مې يوازې پر الله دى او هغه پر هر څه شاهد دى.))  (۴۷)

 

قُلْ إِنَّ رَبِّي يَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَّامُ الْغُيُوبِ ﴿۴۸﴾ ووايه : ((په حقيقت كې زما پالونكى (د خپلو پېغمبرانو پر زړونو) حق وراچوي او (هغه) په پټو (خوالو) ډېر ښه خبر دى.)) (۴۸)

 

قُلْ جَاء الْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ ﴿۴۹﴾ (( حق (اسلام) راغی او باطل (معبودان) نه ( د کوم نوي څیز) پیلوونکي دي او نه ( د تېر حالت سنبالنې ته) ورستنېدونکي)).  (۴۹)

 

قُلْ إِن ضَلَلْتُ فَإِنَّمَا أَضِلُّ عَلَى نَفْسِي وَإِنِ اهْتَدَيْتُ فَبِمَا يُوحِي إِلَيَّ رَبِّي إِنَّهُ سَمِيعٌ قَرِيبٌ ﴿۵۰﴾ ووايه : ((که بېلارې شوى وسم؛ نو زيان يې زما پر غاړه دى او که پر سمه لار يم؛ نو د هغې وحې برکت دى، چې زما پالونکى يې راته کوي، چې هغه نژدې اورېدونکى دى.))  (۵۰)

 

وَلَوْ تَرَى إِذْ فَزِعُوا فَلَا فَوْتَ وَأُخِذُوا مِن مَّكَانٍ قَرِيبٍ ﴿۵۱﴾ او كه (كافران) هغه مهال ووينې، چې وېرې اخستې او (له الهي عذابه) تښتېداى نشي او له نژدې ځايه (چې ان انتظار يې هم نه درلود) نيول كېږي (؛ نو له بېوسۍ به يې حيران شې)! (۵۱)

 

وَقَالُوا آمَنَّا بِهِ وَأَنَّى لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِن مَكَانٍ بَعِيدٍ ﴿۵۲﴾ او وايي: [اوس] ((موږ په دې (حق = قرآن، قيامت، پېغمبر) ايمان راوړ))؛ خو دوى به له (دغسې) لرې ځايه څنګه (ايمان ته) لاسرسی پيدا کړي؟ (۵۲)
وَقَدْ كَفَرُوا بِهِ مِن قَبْلُ وَيَقْذِفُونَ بِالْغَيْبِ مِن مَّكَانٍ بَعِيدٍ ﴿۵۳﴾ او حال دا، ړومبی (چې په پوره ازادۍ كې ول) پرې کافران شوي وو او دوی( بې غوره) له لرې لرې په ناليدليو د انکار غشي ورايشتل. (۵۳)

 

وَحِيلَ بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ مَا يَشْتَهُونَ كَمَا فُعِلَ بِأَشْيَاعِهِم مِّن قَبْلُ إِنَّهُمْ كَانُوا فِي شَكٍّ مُّرِيبٍ ﴿۵۴﴾ او (په پاى كې) د دوى او هيلو ترمنځ يې [د بېلتون] پرده اچول كېږي؛ لكه چې لا ړومبی یې په ورته ډلو کې دا کار شوى و؛ (ځكه) چې هغوى [هم د قيامت په اړه] سخت شكمن وو. (۵۴)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!