تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه حم ﴿۱﴾ حا، ميم . (۱) عسق ﴿۲﴾ عين، سين،قاف . (۲) كَذَلِكَ يُوحِي إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۳﴾ ځواکمن حكيم الله تا او تر تا مخكېنيو ته دغسې وحې كوي : (۳) لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
حم ﴿۱﴾ حا، ميم . (۱)
عسق ﴿۲﴾ عين، سين،قاف . (۲)
كَذَلِكَ يُوحِي إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۳﴾ ځواکمن حكيم الله تا او تر تا مخكېنيو ته دغسې وحې كوي : (۳)
لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ﴿۴﴾ څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي،يوازې د هغه دي او هغه لوړ پوړى ستر دى . (۴)
تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِن فَوْقِهِنَّ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِي الْأَرْضِ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۵﴾ نژدې ده، اسمانونه (د وحې له برمه) یو د بل له پاسه وچوي او (حال دا) پرښتې د خپل پالونكي له ستاینې سره پاكي وايي او د ځمكې وسېدونكيو ته بښنه غواړي. خبر وسئ، چې په حقيقت کې يوازې الله ډېر لورین بښونكى دى. (۵)
وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَولِيَاء اللَّهُ حَفِيظٌ عَلَيْهِمْ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ ﴿۶﴾ او هغوى چې د هغه پر ځاى پالندويان نيولي، الله يې پر (كړنو) څارن دى او ته پرې ګومارل شوى نه يې (چې په زوره يې حق منلو ته اړ باسې). (۶)
وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ ﴿۷﴾ او دغسې موږ تا ته لوستونى عربي [= فصيح، ژبور او روان] وحې كړ ، چې د “ام القرى” [= مكې] (خلك) او شاوخوا وسېدونكي یې باخبر كړې او (د خلكو) د راغونډېدو له ورځې یې ووېروې، چې شك پکې نشته؛ چې يوه ډله په جنت کې ده او یوه (بله) ډله په دوزخ! (۷)
وَلَوْ شَاء اللَّهُ لَجَعَلَهُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِن يُدْخِلُ مَن يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ وَالظَّالِمُونَ مَا لَهُم مِّن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۸﴾ او كه الله غوښتی؛ نو هرومرو به يې دوی (ټول) يو [دیني] امت ګرځولی و (او په زور به يې سمه لار ورښوولې وه؛ خو د زور لارښوونه څه ګټه نه لري)؛ خو د الله چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وبولي) پخپل رحمت كې يې ورننباسي او [مشرکو] ظالمانو ته هېڅ پالندوی او مرستندوى نشته. (۸)
أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء فَاللَّهُ هُوَ الْوَلِيُّ وَهُوَ يُحْيِي المَوْتَى وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۹﴾ ايا د هغه پرځاى يې پالندويان نيولي دي؟! او (حال دا) [رښتين] پالندوى خو يوازې الله دى او همدا دى، چې مړي ژوندي كوي او هغه پر هر څه قادر دى.  (۹)
وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِن شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ ﴿۱۰﴾ او تاسې چې په هر څيز کې د نظر اړپېچ پيدا کړ؛ نو پرېكړه يې له الله سره ده. دا الله زما پالونكى دى، يوازې پر هغه مې توكل كړى او يوازې د هغه درشل ته مې مخ وراړولى دى! (۱۰)
فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجًا يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ ﴿۱۱﴾ (هغه) د اسمانونو او ځمكې څيروونكى (او پيدا كوونكى) دى (چې) تاسې ته یې ستاسې (له جنسه) جوړې سازې كړې او (همداراز) له څارويو یې هم جوړې جوړې پیدا کړې (او) په دې ( = د مېرمنو له لارې هغه) ستاسې ځوځات ډېروي، دهغه په څېر هیڅه نشته او همدا اورېدوونكى (او حقیقي) ليدوونكى دى. (۱۱)
لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۲﴾ د اسمانونو او ځمكې كونجيانې يوازې د هماغه دي، چاته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) روزي يې پراخوي او (يا یې) تنګوي (؛ځكه) چې هغه پر هر څه ښه پوه دى (۱۲)
شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَن يُنِيبُ ﴿۱۳﴾ هغه تاسې ته داسې دين وټاکه، چې نوح ته یې د هغه سپارښتنه كړې وه او موږ چې څه تا ته وحې كړي او (همداراز) څه چې مو ابراهيم، موسى او عيسى ته د هغه سپارښتنه كړې (دا ده) : (( (د توحيد) دين ټینګ کړئ او اختلاف پكې مه کوئ)) مشركان چې څه ته وربلې، دا پرې سخت پرېوځي. د الله چې چاته خوښه شي، خپل لوري ته يې غوره كوي او څوك چې توبه وكاږي (؛ نو) سمه لار ورښيي . (۱۳)
وَمَا تَفَرَّقُوا إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى لَّقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ أُورِثُوا الْكِتَابَ مِن بَعْدِهِمْ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ ﴿۱۴﴾ او هغوی پر حقیقت تر پوهېدو روسته او د خپلمنځي رخې له لامله په اړپېچ لاس پورې کړ او كه ستا د پالونكي له لوري له مخكې (قانون ډوله) خبره نه واى، چې تر يوې ټاكلې مودې دې (ژوندي او ازاد) وي ( ؛نو ) هرومرو د دوی ‏ترمنځ پرېكړه كېده او په رښتیا هغه كسان، چې روسته ترې د كتاب پاتوړي شول، په اړه یې په اندېښناك شك كې دي! (۱۴)
فَلِذَلِكَ فَادْعُ وَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ وَقُلْ آمَنتُ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِن كِتَابٍ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ اللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ اللَّهُ يَجْمَعُ بَيْنَنَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿۱۵﴾ نو همدې (د اسلام ‏دين) ته بلنه کوه او لكه څنګه چې درته امر شوى، هماغسې ټينګ وسه او د دوی په غوښتنو پسې مه ځه او ووايه: ((ما د الله پر هر رالېږلي كتاب ايمان راوړى او امر راته شوی، چې ترمنځ مو عدالت وكړم، الله زموږ او ستاسې پالونكى دى، زموږ د كړنو پایله زموږ ده او ستاسې د كړنو پایله همدا ستاسې ده؛ زموږ او ستاسې ترمنځ ځاني شخړه نشته (او) الله به موږ او تاسې په خپلو کې راغونډ کړي او يوازې د هغه لوري ته (د ټولو) ورستنېدل دي. )) (۱۵)
وَالَّذِينَ يُحَاجُّونَ فِي اللَّهِ مِن بَعْدِ مَا اسْتُجِيبَ لَهُ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ﴿۱۶﴾ او د هغه (د بلنې) تر منلو (او پرې تر ايمان راوړو) روسته، چې کوم کسان (د ځېل له مخې له مؤمنانو سره) د الله په باب شخړې كوي؛ نو د خپل پالونکي په نزد یې دليل بې بنسټه (او باطل) دی، پر دوى د الله غضب دى او سخت عذاب ورته (چمتو) دى. (۱۶)
اللَّهُ الَّذِي أَنزَلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَالْمِيزَانَ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِيبٌ ﴿۱۷﴾ الله هغه (ذات) دى، چې كتاب يې په حقه راولېږه او (هم) تله (د حق او باطل د سنجونې وزله او د قيامت خبر) او ته څه خبر يې، ښايي ساعت (قيامت) نژدې وي! (۱۷)
يَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِهَا وَالَّذِينَ آمَنُوا مُشْفِقُونَ مِنْهَا وَيَعْلَمُونَ أَنَّهَا الْحَقُّ أَلَا إِنَّ الَّذِينَ يُمَارُونَ فِي السَّاعَةِ لَفِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ ﴿۱۸﴾ چې څوک هغه (قیامت) ‏نه مني، په بيړه يې غواړي او مؤمنان وېرېدوني دي او پوهېږي، چې هغه (قيامت) رښتونی دى. پوه شئ، هغوى چې د قيامت په باب شخړې كوي (؛ نو) په بېلارۍ كې ډېر لرېوتي دي. (۱۸)
اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْقَوِيُّ العَزِيزُ ﴿۱۹﴾ الله د خپلو بندګانو په چارو کې خورا ځېرمن (او ترې خبر هم) دى، چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) روزي وركوي او هغه ځواکمن بریمن دى. (۱۹)
مَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ وَمَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِن نَّصِيبٍ ﴿۲۰﴾ چې څوك د اخروي كښت [گټه] غواړي، كښت یې ورزیاتو (او په حاصلاتو كې يې زياتوالى راولو) او چې څوك يوازې د دنيوي كښت [گټه] غواړي، څه ترې وركوو؛ خو په اخرت كې يې هېڅ برخه نشته. (۲۰)
أَمْ لَهُمْ شُرَكَاء شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۱﴾ ايا دوى (= مشركان) داسې معبودان لري، چې بې د الله له اجازې يې یو دین ورته ‏جوړ كړی دی؟ او كه (مخالفينو ته د مهلت په اړه) غوڅه خبره نه واى (؛ نو) هرومرو يې ترمنځ پرېكړه كېده (او د عذاب حكم پرې عملي كېده) او په حقيقت كې [مشرکو] ظالمانو ته دردناك عذاب [چمتو] دى! (۲۱)
تَرَى الظَّالِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا كَسَبُوا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي رَوْضَاتِ الْجَنَّاتِ لَهُم مَّا يَشَاؤُونَ عِندَ رَبِّهِمْ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الكَبِيرُ ﴿۲۲﴾ (په قيامت كې) ظالمان له خپلو کړنو وېرېدوني وينې او (د خپلو كړنو سزا ته) ورسي او نېکان مؤمنان د جنت په بڼګوټو كې دي (او) څه چې غواړي، د خپل پالونكي په نزد ‏ورته (چمتو) دي، همدا ستره ورکړه ده.   (۲۲)
ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ ﴿۲۳﴾ دا (هماغه) څه دي، چې الله یې نېکانو مؤمنانو ته زېرى وركوي، ووايه: ((په دې (رسالت) خو یوازې په خپلوۍ کې مینه درنه غواړم)) او څوك چې نېكي وكړي، پر نېكيو به يې ورزيات كړو، په رښتيا الله منندوی بښونكى دى. (۲۳)
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا فَإِن يَشَأِ اللَّهُ يَخْتِمْ عَلَى قَلْبِكَ وَيَمْحُ اللَّهُ الْبَاطِلَ وَيُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۲۴﴾ ايا دوی وايي: (( (پېغمبر) پر الله دروغ تړلي دي؟!)) [پوه شه] كه الله وغواړي، ستا پر زړه به ټاپه ووهي (او كه خلاف ووايې؛ نو ددې آيتونو د ويلو وس درنه اخلي) او الله ‏باطل له منځه وړي او حق [دین] ته پخپلو خبرو ټېکاو وربښي؛ (ځكه) چې هغه د زړونو له خوالو خبر دی. (۲۴)
وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ ﴿۲۵﴾ او (الله) هغه (ذات) دى،چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او له ګناهونو تېرېږي او څه چې کوئ پرې پوهېږي. (۲۵)
وَيَسْتَجِيبُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضْلِهِ وَالْكَافِرُونَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ﴿۲۶﴾ او د نېکچارو مؤمنانو (دعاوې) قبلوي او خپلې پيرزوينې پرې لا زياتوي او كافرانو ته به ډېر سخت عذاب وي! (۲۶)
وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَاءُ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ ﴿۲۷﴾ او كه الله خپلو (ټولو) بندګانو ته روزي ورپراخه كړې واى، هرومرو يې پر ځمكه فتنه او فساد کاوه؛ خو په ټاکلې کچې چې وغواړي روزي ورکوي په رښتيا هغه د خپلو بندګانو له چارو ښه خبر دى او هر څه يې ويني. (۲۷)
وَهُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ الْغَيْثَ مِن بَعْدِ مَا قَنَطُوا وَيَنشُرُ رَحْمَتَهُ وَهُوَ الْوَلِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۲۸﴾ او (الله) هغه (ذات) دى،چې (د خلكو) تر نهيلۍ روسته (ګټور) باران وروي او (هر چېرې) خپله لورونه خوروي او هماغه ستايل شوى چارسازى دى . (۲۸)
وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَابَّةٍ وَهُوَ عَلَى جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَاءُ قَدِيرٌ ﴿۲۹﴾ او دهغه (د ځواک) له نښو د اسمانونو او ځمكې پنځون او په دواړو كې د (هر ډول) خځنده وو خورول دي او چې وغواړي پر راغونډولو يې وسمن دى. (۲۹)
وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ ﴿۳۰﴾ او چې تاسې ته هر (ډول) مصيبت دررسي؛ نو لامل يې ستاسې خپلې لاس ته راوړنې دي او (الله مو) له ډېرو (ګناهونو) تېرېږي. (۳۰)
وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۳۱﴾ او تاسې په ځمكه کې (د الله) بېوسوونكي نه ياست (او نه يې له قدرته تښتېداى شئ) او بې له ده چارسازى او مرستندوى درته نشته. (۳۱)
وَمِنْ آيَاتِهِ الْجَوَارِ فِي الْبَحْرِ كَالْأَعْلَامِ ﴿۳۲﴾ او دهغه له نښو په سمندر كې د غرونو په څېر روانې (بېړۍ) دي؛ (۳۲)
إِن يَشَأْ يُسْكِنِ الرِّيحَ فَيَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلَى ظَهْرِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿۳۳﴾ كه (الله) وغواړي؛ نو باد به ودروي او (بېړۍ) به د (اوبو) پر شا ټپې ولاړې پاتې شي، په رښتيا په دې (چار) كې هر يو خورا زغمناک منندوى ته نښې دي. (۳۳)
أَوْ يُوبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوا وَيَعْفُ عَن كَثِيرٍ ﴿۳۴﴾ يا دوی (بېړۍ وال) د خپلو کړنو له لامله ډوبوي او له ډېرو (ګناهونو) تېرېږي. (۳۴)
وَيَعْلَمَ الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِنَا مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍ ﴿۳۵﴾ او هغوی چې زموږ په آيتونو کې شخړه کوي، پوه شي چې (له عذابه) د تېښتې هېڅ لار ورته نشته. (۳۵)
فَمَا أُوتِيتُم مِّن شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى لِلَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۳۶﴾ نو څه چې تاسې ته درکړاى شوي، د دنيوي ژوند برخمنېدل (او وزلې) دي او څه چې له الله سره دي، بروسګرو مؤمنانو ته غوره او ډېر پاتېدوني دي. (۳۶)
وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ ﴿۳۷﴾ او د هغو كسانو (لپاره دي) چې له سترو ګناهونو او ناوړه (چارو) ډډه كوي او چې غوسه شي؛ نو ورځنې تېرېږي؛ (۳۷)
وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ﴿۳۸﴾ او د هغو كسانو (لپاره دي) چې د خپل پالونكي (بلنه) يې منلې، لمونځ يې درولى او خپلې چارې په خپلمنځي مشورې سر ته رسوي او څه چې موږ ورروزي كړي (د الله په لار كې) لګوي؛ (۳۸)
وَالَّذِينَ إِذَا أَصَابَهُمُ الْبَغْيُ هُمْ يَنتَصِرُونَ ﴿۳۹﴾ او هغوى چې تیری پرې وشي (؛نو ظلم ته غاړه نه ږدي او يو له بله) مرسته غواړي (او د ظلم مخه نيسي). (۳۹)
وَجَزَاء سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ ﴿۴۰﴾ او د بدۍ سزا بدۍ ته ورته ده؛ نو څوك چې تېر شي او روغه وكړي؛ نو اجر يې پر الله دى (؛ ځکه) چې ظالمان دهغه ښه نه ایسي. (۴۰)
وَلَمَنِ انتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُوْلَئِكَ مَا عَلَيْهِم مِّن سَبِيلٍ ﴿۴۱﴾ او البته څوك چې تر مظلوم واقع کېدو روسته مرسته وغواړي (خپل غچ واخلي)؛نو (د پړې) پرې هېڅ لار نشته . (۴۱)
إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ أُوْلَئِكَ لَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۴۲﴾ بېشکه پړه (خو) يوازې پر هغو ده، چې پر خلکو ظلم کوي او په ځمكه کې په ناحقه (پر حقوقو تېرى او) سرغړونه کوي (؛ نو) همدا دوى ته دردناك عذاب دى. (۴۲)
وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ ﴿۴۳﴾ او څوك چې زغم او بښنه وكړي (؛نو د ټينګې ارادې خاوند دى؛ ځكه) چې دا (زغم او بښنه) له لویو او پخو کارونو دي. (۴۳)
وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن وَلِيٍّ مِّن بَعْدِهِ وَتَرَى الظَّالِمِينَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ يَقُولُونَ هَلْ إِلَى مَرَدٍّ مِّن سَبِيلٍ ﴿۴۴﴾ او څوک چې الله (د خپلو كړنو له لامله) لاورکی كړي؛ نو تر الله روسته يې هېڅ كارساز (پام کوونکى او خواخوږى) نشته او ظالمان به (د قيامت پر ورځ) وګورې، چې د عذاب د ليدنې پر مهال وايي: (( ايا (دنيا ته) د ورستنېدو (او جبران) كومه لار شته؟! )) (۴۴)
وَتَرَاهُمْ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا خَاشِعِينَ مِنَ الذُّلِّ يَنظُرُونَ مِن طَرْفٍ خَفِيٍّ وَقَالَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا إِنَّ الظَّالِمِينَ فِي عَذَابٍ مُّقِيمٍ ﴿۴۵﴾ او دوى به وينې، چې هغه (اور) ته وروړاندې کول کېږي؛ نو خوارۍ وهلي سرځوړند وي او (اور ته به) د سترګو له کونجونو پټ ورګوري او (په هغه وخت كې) مؤمنان وايي: (( په رښتینه كې زيانکاران هغوى دي، چې د قيامت پر ورځ يې خپل ځانونه او خپلې كورنۍ له زيان سره مخ کړې؛ هو! [مشرک] ظالمان په همېشني عذاب كې دي! )) (۴۵)
وَمَا كَانَ لَهُم مِّنْ أَوْلِيَاء يَنصُرُونَهُم مِّن دُونِ اللَّهِ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن سَبِيلٍ ﴿۴۶﴾ او دوى ته بې له الله (نور) مرستندويان نشته، چې مرسته يې وكړي او څوك چې الله (د خپلو كړنو له لامله) لار ورکي کړي؛ نو (د ژغورنې) هېڅ لار ورته نشته . (۴۶)
اسْتَجِيبُوا لِرَبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ مَا لَكُم مِّن مَّلْجَأٍ يَوْمَئِذٍ وَمَا لَكُم مِّن نَّكِيرٍ ﴿۴۷﴾ د خپل پالونکي (بلنه) د هغې ورځ تر راتګ مخکې ومنئ، چې د الله له لوري را روانه او بیخي تمېدونې نه ده؛ پر هغه ورځ نه كوم پټنځاى درته شته او نه (له خپلو ګناهونو) د منكرېدو څه لار. (۴۷)
فَإِنْ أَعْرَضُوا فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا الْبَلَاغُ وَإِنَّا إِذَا أَذَقْنَا الْإِنسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَإِنَّ الْإِنسَانَ كَفُورٌ ﴿۴۸﴾ نو كه مخ واړوي؛ نو (مه خپه كېږه)، ته موږ پر دوی ‏څارن (او اړ ايستنې ته) نه يې ورلېږلى، ستا دنده يوازې د رسالت رسول دي او په حقيقت كې که موږ پر انسان له خپل لوري رحمت وروڅكو؛ نو پرې خوشحالېږي او كه دوی ته د خپلو مخكېنيو لاس ته راوړنو له لامله څه كړاو ورورسي (؛ نو په ناشكرۍ لاس پورې كوي؛ ځكه) چې انسان ډېر نامنندوی دى.   (۴۸)
لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ يَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَن يَشَاءُ الذُّكُورَ ﴿۴۹﴾ د اسمانونو او ځمكې واکمني يوازې د الله ده، څه چې غواړي، پيدا كوي يې؛ چا ته یې چې خوښه شي، ښځينه اولاد (لوڼې) وربښي او چاته يې چې خوښه شي نارينه اولاد (زامن) وربښي؛ (۴۹)
أَوْ يُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَإِنَاثًا وَيَجْعَلُ مَن يَشَاءُ عَقِيمًا إِنَّهُ عَلِيمٌ قَدِيرٌ ﴿۵۰﴾ يا (كه وغواړي) نارينه او ښځينه دواړه وركوي او چاته يې چې خوښه شي، شنډوي يې؛ (ځكه) چې هغه پوه وسمن دى.  (۵۰)
وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاءُ إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ ﴿۵۱﴾ او له هېڅ بشر سره دا (وړ) نه ده، چې الله خبرې ورسره وكړي؛ خو په (نېغه) وحې [په خوب كې يا په الهام يا اشارې سره]، يا د پردې تر شا يا (له پرښتو) كوم استازى ورلېږي؛ نو څه چې غواړي، پخپله اجازه يې وحې كوي؛ (ځكه) چې هغه لوړ مقامى حکيم دى. (۵۱)
وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا مَا كُنتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلَا الْإِيمَانُ وَلَكِن جَعَلْنَاهُ نُورًا نَّهْدِي بِهِ مَنْ نَّشَاء مِنْ عِبَادِنَا وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۵۲﴾  او همداسې (چې مخكېنيو پېغمبرانو ته مو وحې ورلېږلې وه) موږ تا ته له خپل امره یو روح (د قرآن په بڼه) دروحې كړ (که نه) ته نه پوهېدې، چې كتاب څه دی او نه د ايمان (په مانا او حقیقت) پوهېدې؛ خو هغه مو يوه رڼا كړه، چې له خپلو بندګانو هغه څوک پرې ښيونو چې وغواړو او په رښتيا، ته (خلک) سیده لارې ته ورسیخوې؛ (۵۲)
صِرَاطِ اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الأمُورُ ﴿۵۳﴾ د هغه الله لارې ته، څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، يوازې د ده (په ملكيت كې) دي. خبر اوسئ، چې (ټولې) چارې يوازې د الله لوري ته ورستنېږي! (۵۳)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!