بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الصّآفات سورت صافات سورت یو سل دوه اتیا (۱۸۲) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه له لومړي آیته اخستل شوې، چې پر «صافّات» باندې په سوګند پیلېږي، چې مانا یې هغه ډلې پرښتې دي، چې الهي احکامو پلي کولو ته په لیکه کې دي. همداراز […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الصّآفات سورت
صافات سورت یو سل دوه اتیا (۱۸۲) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.
د سورت نامه له لومړي آیته اخستل شوې، چې پر «صافّات» باندې په سوګند پیلېږي، چې مانا یې هغه ډلې پرښتې دي، چې الهي احکامو پلي کولو ته په لیکه کې دي. همداراز ۱۶۵ آیت چې د «الصافّون» کلمه پکې راغلې ده.
د نامه له نظره دې سورت ته ورته د «صف» سورت دی، چې د جګړې په ډګر کې د جنګیالیو منظمو لیکو ته اشاره ده.
دا سورت د قرآن کریم لومړی سورت دی، چې پر سوګند پیلېږي.
دا سورت هم د نورو مکي سورتونو په څېر، ډېر آیتونه یې د مبدأ و معاد په اړه او له تذکر (یادونې) او انذار (ګواښګرندۍ) سره دي.
همداراز د حضراتو نوح، ابراهیم، اسحاق، موسی،هارون، الیاس، لوط او یونس علیهم السلام پېغمبرانو تاریخ ته پکې اشاره شوې، چې په دوی کې د حضرت ابراهیم ژوند ښه مشروح راغلی دی.
له پېریانو یا پرښتو سره د الله پاک د اړیکې په باب، د مشرکانو باطله ګروهه پکې سخته غندل شوې او پر کفر، شرک او نفاق، د حق روستۍ بریا پکې اوڅار شوې ده.
د جمعې پر ورځ د صافّات سورت پر تلاوت ټینګار شوی، چې تلاوت یې د رزق د پراختیا او له شیطانه د مال او اولاد د بیمه او خوندي کېدو لامل دی[1].
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه
وَ الصَّافّاتِ صَفًّا«1» = پر هغو ليكه كېدونكيو (ډلو) قسم، چې (د عبادت لپاره) ليكه كېږي
فَالزّاجِراتِ زَجْراً«2» = او پر منع كوونكيو قسم، چې (خلك په ويناوو او عمل له ګناهونو) منع كوي
فَالتّالِیاتِ ذِکْراً (3)= او د ذکر (قرآن او آسماني کتابونو) پر لوستوونكيو قسم،
إِنَّ إِلهَکُمْ لَواحِدٌ«4» = بېشكه چې ستاسې معبود ايكې يو دى
رَبُّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ ما بَیْنَهُما وَ رَبُّ الْمَشارِقِ(5)= (هماغه) د اسمانونو او ځمكې پالونكى او څه چې د دوی ترمنځ دي او د ختيزونو [او لويديزونو] پالونكى دى؛
ټکي:
* دا سورت پر درېیو الهي سوګندونو پیل شوی. که څه الله تعالی سوګند ته اړتیا نه لري او مؤمنان یې بې سوګنده خبره مني؛ خو پر یوه څیز چې سوګند خوړل کېږي، ارزښت او ستریا یې راښيي او د خلکو پاملرنه وراړول کېږي؛ نو الله تعالی پر بېلابېلو چارو سوګند یاد کړی دی.
* له «صافّات»، «زاجرات» او «تالیات»، مراد هغه پرښتې دي، چې په منظمو لیکو کې الهي حکمونه پرځای کوي، خلک له وسوسو ژغوري او تل د الله تعالی په یاد کې دي.البته ځینو ویلي دي: مراد، ترې هغه جنګیالي دي، چې په منظمو لیکو کې د حق له حریمه دفاع کوي او د الهي آیتونو په تلاوت او د الله تعالی په یاد، روحیه او ځواک مومي.
*د «زاجرات» کلمه هم کولای شي له «زجر» اخستل شوې وي، چې د منع کولو/ ژغورلو په مانا وي، چې له وسوسو او ګناهونو ژغورل دي او هم کولای شي له «زجره» اخستل شوی وي، چې د غږ په مانا وي؛ یعنې د تاریخ پر غږ کوونکیو سوګند.
پېغامونه:
1-په ژوند کې با موخه نظمونو ته ارزښت ورکړئ.(په «صافات» او«صف» سورتونو کې د نظم او انضباط خبره شوې او سوګند پرې یاد شوی دی.) «وَ الصَّافّاتِ صَفًّا»
2- نظم، یووالی، ځواک، هماندي او همکاري، چې په لیکه کې څرګند دي، د الهي چارواکیو یوه نښه ده. «وَ الصَّافّاتِ صَفًّا»
3-په ټولنه کې له ګناهونو او بدیو د منع کوونکیو شتون پکار دي.«فَالزّاجِراتِ زَجْراً»
4-د قرآن په تلاوت، د الله تعالی په یاد انرژي اخستل «فَالتّالِیاتِ ذِکْراً» له نظم او چمتووالي سره د حق له حریمه دفاع «فَالزّاجِراتِ» د یوه الهي نظام اړتیا ده.
5-هر کار دې په خورا لوړ څرنګوالي/کیفیت وشي. خورا غوره نظم، «صَفًّا» خورا غوره ځواک، «زَجْراً» او خورا غوره د الله تعالی یاد. «ذِکْراً»
6-د توحید شعار هم په زغرده وویاست، هم ښکلی او هم تر هر څه مخکې.(په دې آیتونو کې لومړی، سوګند په ښکلي شرنګ اوڅار شوی او بیا:) «إِنَّ إِلهَکُمْ لَواحِدٌ»
7-هر څه ته سوګند مه یادوئ.(معمولاً د قرآن سوګندونه بنسټیزو چارو؛ لکه مبدأ و معاد ته دي.)
په ذاریات سورت کې تر څو سوګندونو روسته وايي: «إِنَّما تُوعَدُونَ لَصادِقٌ[2]» هرومرو هغه څه پلي کېدوني دي، چې ژمنه یې وشوه.
په مرسلات سورت کې هم تر څو سوګندونو روسته وايي: «إِنَّما تُوعَدُونَ لَواقِعٌ»[3]
او دلته ترڅو سوګندونو روسته، د توحید خبره ده او وايي: «إِنَّ إِلهَکُمْ لَواحِدٌ» (هو، هغوی چې شرک ته کلکه پښه ټینګه کړې ده، باید په مقابل کې یې پرلپسې سوګندونه یاد شي).
8-مشرکان د الله تعالی د الوهیّت او ربوبیّت ترمنځ پر توپیر قایل وو؛ نوځکه دا آیت یې د دواړو پر یووالي ټینګار کوي. «إِلهَکُمْ لَواحِدٌ رَبُّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»
9- ټوله هستي، تر الهي روزنې او ودې لاندې ده. «رَبُّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»
10-هر څه ته ځانګړی پالونکی مه انګېرئ؛ ځکه د ټولې هستۍ پالونکی یوازې ایکې یو دی. «رَبُّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»
11-د توحید له دلایلو او نښو ځنې د ځمکې، آسمانونو او د هستۍ د نورو مخلوقاتو ترمنځ همغږي ده.( إِنَّ إِلهَکُمْ لَواحِدٌ رَبُّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ…)
12-ځمکه ګرده ده.(د«مشارق» کلمه او ختیزونو او لویدیزونو ترمنځ توپیر، د ځمکې د ګردوالي نښه ده)
13-لمر او رڼا یې د انسان په ژوند کې اغېزمنه ونډه لري.( سره له دې چې لمر د آسمانونو برخه ده؛ خو په ځانګړي توګه د مشارق نامه اخستنه، د لمر د راختو ارزښت راښيي). «وَ رَبُّ الْمَشارِقِ»
إِنّا زَیَّنَّا السَّماءَ الدُّنْیا بِزِینَهٍ الْکَواکِبِ«6» = په حقيقت كې موږ نژدې اسمان [= ښكته] د ستوريو په ښايست سينګار كړى دى
وَ حِفْظاً مِنْ کُلِّ شَیْطانٍ مارِدٍ«7»= او له هر سرغړاند شيطانه مو خوندي ساتلى دى؛
ټکي:
*«مارِدٍ» هغه څیز ته ویل کېږي، چې بیخي خیر او برکت نه لري او خبیث دی، د بېلګې په توګه، بې پاڼو ونې ته ((شجر أمرد)) ویل کېږي.
پېغامونه:
1-د آسمانونو پسولل، د الهي ربوبیت یوه پلوشه ده. (رَبُّ السَّماواتِ… إِنّا زَیَّنَّا السَّماءَ)
2-ښکلا او سینګار ته لېوالتیا، د انسان یوه فطري لېوالتیا ده، چې قرآن یې هم تاییدوي. «زَیَّنَّا السَّماءَ الدُّنْیا»
3- ښکلا او سینګار یو آر دی، ټول الهي پنځېدلي ښکلي دي. «زَیَّنَّا السَّماءَ»
4-په پورته نړۍ کې یو لړ خوالې دي، چې شیطانان ورته لاسرسی غواړي؛ خو نه یې شي کولای. «حِفْظاً مِنْ کُلِّ شَیْطانٍ مارِدٍ»
5-پېری او د پېریانو شیطانان، غیبو ته د لاسرسي ځواک لري؛ خو ترې منع شوي دي.«حِفْظاً مِنْ کُلِّ شَیْطانٍ مارِدٍ»
لا یَسَّمَّعُونَ إِلَی الْمَلَإِ الْأَعْلی وَ یُقْذَفُونَ مِنْ کُلِّ جانِبٍ«8»= (داسې چې) د پاسنۍ نړۍ (د پرښتو د) ټولي (خبرو) ته غوږ نشي ايښوولاى (او كه كله داسې وكړي؛نو) له هرې خوا ايشتل كېږي؛
دُحُوراً وَ لَهُمْ عَذابٌ واصِبٌ«9» = (دوى) ښه پوره شړل كېږي او ورته همېشنى سخت عذاب دى!
إِلاّ مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَهَ فَأَتْبَعَهُ شِهابٌ ثاقِبٌ«10»= خو هغه (شيطان) چې په منډه څه (= پټ رازونه) وتښتوي؛ نو ((سوځنده لمبه)) ورپسې شي.
ټکي:
* «قذف» لرې ځای ته د یوه څیز ورایشتلو (ورتوغولو) ته وايي او «ملأ اعلی» د پرښتو لوړ مقام ته اشاره ده.
* «دُحُوراً» په سپکاوي او غوسې سره شړلو ته وايي، «واصِبٌ» د همیشه په مانا دی، «خطفه» په چټکه غلا کولو ته وايي، «ثاقِبٌ» د سوري کوونکي په مانا دی.
* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وايي: د معراج پر شپه مې یوه پرښته ولیده، چې د خبرو/استخباراتو د غلا کوونکیو د څارنې او تعقیب دنده یې درلوده او اویا زره پرښتې یې تر لاس لاندې وې، چې هرې یوې یې اویا زره پرښتې تر لاس لاندې درلودې[4].
پېغامونه:
1-د ځمکمېشتو اطلاعات او اخبار، په پورته نړۍ کې د پرښتو په واک کې دي، چې په اړه یې یو له بل سره خبرې اترې کوي او شیاطین کولای شي، خبرې یې واوري.( لا یَسَّمَّعُونَ إِلَی الْمَلَإِ الْأَعْلی وَ یُقْذَفُونَ…)
2-په پټه اورېدنه یو شیطاني چار دی او مقابله دې ورسره وشي. «حِفْظاً مِنْ کُلِّ شَیْطانٍ مارِدٍ لا یَسَّمَّعُونَ»
3-الهي لښکر په هر ځای کې سوب دی. «یُقْذَفُونَ مِنْ کُلِّ جانِبٍ»
4- د ټولنې له شیاطینو سره دې پاڅونیز (انقلابي) چلن وشي. «یُقْذَفُونَ مِنْ کُلِّ جانِبٍ»
5-شیاطین مکلف موجودات دي، الله تعالی ترې پوښتنه کوي او سزا ورکوي. «وَ لَهُمْ عَذابٌ واصِبٌ»
6-د خوالو پر ساتنه ټینګار ولرئ. (حِفْظاً… یُقْذَفُونَ… دُحُوراً… فَأَتْبَعَهُ شِهابٌ)
7-د پاسنۍ نړۍ له خوالو خبرېدل، شیاطینو ته دومره مهم دي، سره له دې چې له هرې خوا په نښه کېږي؛ خو بیا یې هم په پټه اوري. «إِلاّ مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَهَ»
8-آسماني اورشېندي (شهابونه) او ډبرې الهي ماموران دي، چې د یوې موخې لپاره ایشتل کېږي، نه تصادفي او بې موخې. «فَأَتْبَعَهُ شِهابٌ ثاقِبٌ»
9- شیاطین د اسمان له غیبي خبرو تر ګټنې مخکې، له منځه وړل کېږي. «ثاقِبٌ»
10- شیاطین د لیدو وړ او د هدف نیونې وړ موجودات دي. «فَأَتْبَعَهُ شِهابٌ ثاقِبٌ»
فَاسْتَفْتِهِمْ أَ هُمْ أَشَدُّ خَلْقاً أَمْ مَنْ خَلَقْنا إِنّا خَلَقْناهُمْ مِنْ طِینٍ لازِبٍ«11» = نو دوی پوښته: (( آيا د دوى پنځون (او معاد) ډېر سخت دى،كه د نورو څيزونو، چې پيدا كړي مو دي؟!)) بېشكه موږ دوى له سرېښناكې خټې پيدا كړي دي.
بَلْ عَجِبْتَ وَ یَسْخَرُونَ«12»=بلكې ته (يې له انكاره) هک پک يې او دوى ملنډې وهي.
وَ إِذا ذُکِّرُوا لا یَذْکُرُونَ«13» = او چې نصیحت ورته وشي، نه یې مني.
وَ إِذا رَأَوْا آیَهً یَسْتَسْخِرُونَ«14» او چې كومه معجزه وويني (نور هم) ورباندې ملنډو وهلو ته رابولي.
وَ قالُوا إِنْ هذا إِلاّ سِحْرٌ مُبِینٌ«15»= او وايي: (( دا يوازې ښكاره كوډې دي.
پېغامونه:
۱- پرتلنه او پوښتنه، د وګړیو فکر اړ ایستو ته یوه لار ده. «فَاسْتَفْتِهِمْ» (د انسان پنځون چېرې او د پراخه آسمانونو ساتنه چېرته ؟)
۲- د ولس پر نظر ځان پوهول یو معقول او منطقي چار دی او هر مدیر په خپلو چارو کې ډاډمنوي. «فَاسْتَفْتِهِمْ»
۳-کبرجنو او ملنډې وهوونکيو وګړيو ته د دوی خپل پنځون وریاد کړئ چې کابو شي.«طِینٍ لازِبٍ»
۴-د غوره ښوونکي نصیحت، پر سخت زړیو وګړيو اغېزمن نه دی. «ذُکِّرُوا لا یَذْکُرُونَ»
۵-چې فاسد وې؛ نو نور به هم فاسد کړې. «یَسْتَسْخِرُونَ»
۶-کله دښمن د حق او منطق د منلو پرځای، ملنډې وهي. «یَسْتَسْخِرُونَ»
۷- کله دښمن په خپلو تبلیغاتو کې هڅه کوي، چې په ټینګار او ډاډ خبره وکړي.«إِنْ هذا إِلاّ سِحْرٌ مُبِینٌ»
۸- مخالفان د قرآن پر خارق العاده اغېز منښتي دي.(مشرکانو قرآن کوډې ګڼلې او کوډې خارق العاده چار ته ویل کېږي).
۹-مقدسات لوبې ګڼل او ملنډې پرې وهل، له حقایقو د انکار او کفر سریزه ده. (یَسْتَسْخِرُونَ وَ قالُوا… سِحْرٌ مُبِینٌ)
أَ إِذا مِتْنا وَ کُنّا تُراباً وَ عِظاماً أَ إِنّا لَمَبْعُوثُونَ«16»=ايا چې ومرو او خاورې او (وراسته) هډوکي شوو(؛نو) په رښتیا دویم ځل راژوندي كېږو؟!
أَ وَ آباؤُنَا الْأَوَّلُونَ«17» = او ايا زموږ ړومبي نيكونه (هم راژوندي كېږي)؟!))
قُلْ نَعَمْ وَ أَنْتُمْ داخِرُونَ«18»= ووايه: (( هو! او تاسې به (ډېر) خوار، سپک او بېوسې هم یاست.
فَإِنَّما هِیَ زَجْرَهٌ واحِدَهٌ فَإِذا هُمْ یَنْظُرُونَ«19»=نو هغه يوازې يوه (سخته) كړيكه ده؛ نو ناڅاپه به ټول (له قبرونو راپاڅي او) ګوري؛
ټکي:
* «داخر» د ذلت او سپکاوي او «زَجْرَهٌ» د کړیکې او ستر غږ په مانا دی.
* پوښتنه: سره له دې چې مړي په پیل کې هډوکي دي او روسته خاورې کېږي؛ نو ولې په آیت کې لومړی د خاورې نامه او ورپسې د هډوکیو نامه راغلې ده؟
ځواب: شونې ده له خاورې مراد، لرې نېکونه او له هډوکیو مراد ، تازه مړه شوي وګړي وي، ښايي دلیل دا وي، چې پر ژوندي انسان د خاورې اوړېدل مهم تر دي او ښايي دلیل دا وي چې په قبر کې لومړی غوښه خاورې کېږي او ورپسې هډوکي (نمونه تفسیر)
*پر زړه رنځوران، د شبهاتو د خپراوي هڅې کوي. سره له دې چې یوه پوښتنه بسیا وه، درې پرلپسې پوښتنې یې اوڅار کړې. «أَ إِذا – أَ إِنّا – أَ وَ آباؤُنَا» فرعون هم د موسی علیه السلام پر خلاف د خلکو پارونې لپاره وپوښتل: « فَمَا بَالُ الْقُرُونِ الْأُولَى » (طه/۵۱) یعنې د تېرو نېکونو حالت به څه کېږي؟ غوښتل یې چې موسی (ع) ته ووايي: ستاسې نېکونه په دوزخ کې دي او په دې ځواب خلک د موسی علیه السلام پر ضد راپاڅوي؛ خو موسی علیه السلام وویل: « عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي» (طه/۵۲) د تېرو برخلیک له الله سره دی.
پېغامونه:
1-د معاد منکران سم منطق او استدلال نلري او د استدلال پرځای یوازې استبعاد، انکار او نټه کوي.( أَ إِذا…)
2- مشرکان د خپلو نېکونو راژوندي کېدل، د خپل ځان تر راژوندي کېدو ډېر لرې ګڼي.( أَ إِنّا… أَ وَ آباؤُنَا)
3-پوښتنې او شبهات که څه په ځېل او ناوړه نیت وي؛ خو په ځغرده دې ځواب شي. «قُلْ نَعَمْ»
4-د انسان خاورې کېدل ، د ده د بیا راژوندي کېدو پر لار خنډ نه دی. «قُلْ نَعَمْ»
5-په ځېل د معاد انکار، په قیامت کې د خوارۍ لامل دی. «وَ أَنْتُمْ داخِرُونَ»
6-قیامت په غږ او کړیکه پيلېږي. «فَإِنَّما هِیَ زَجْرَهٌ»
7-د قیامت رامنځ ته کېدل یودمي دي، نه سوکه سوکه. «زَجْرَهٌ واحِدَهٌ»
8-الله تعالی ته قیامت رامنځ ته کول خورا آسان دي. «فَإِنَّما هِیَ زَجْرَهٌ واحِدَهٌ»
9- مشرکان په قیامت کې خپل حال ته هک اریان په ننداره دي. «فَإِذا هُمْ یَنْظُرُونَ»
وَ قالُوا یا وَیْلَنا هذا یَوْمُ الدِّینِ«20»=او وايي: پر موږ افسوس! دا خو د جزا ورځ ده!))
هذا یَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِی کُنْتُمْ بِهِ تُکَذِّبُونَ«21»= (هو!) دا خو (له حقه د باطل) د بېلتون ورځ ده، چې دروغ مو ګڼله.
اُحْشُرُوا الَّذِینَ ظَلَمُوا وَ أَزْواجَهُمْ وَ ما کانُوا یَعْبُدُونَ«22»= (په دې وخت كې پرښتو ته امر كېږي:) ظالمان او (کافرانې) ښځې (او ملګري) يې او څه يې، چې لمانځل.
مِنْ دُونِ اللّهِ فَاهْدُوهُمْ إِلی صِراطِ الْجَحِیمِ«23»=(هو څه یې چې) د الله پر ځاى لمانځل، راټول كړئ؛ نو د دوزخ لار ته یې ورسیخ کړئ.
وَ قِفُوهُمْ إِنَّهُمْ مَسْؤُلُونَ«24»= او دوی تم كړئ (؛ځكه) چې پوښتېدوني دي.
ټکي:
* «ازواج» جوړې د هماندو په مانا او هم د مشرکو مېرمنو په مانا کېدای شي.
* په شیعه او سني روایتونو کې راغلي، چې «وَ قِفُوهُمْ إِنَّهُمْ مَسْؤُلُونَ» له مصداقونو ځنې یو یې هم د علي بن ابیطالب کرم الله وجهه د مشرۍ او ولایت پوښتنه ده[5].
* په روایتونو کې راغلي، چې په قیامت کې د څو چارو پوښتنه کېږي: د معصوم امام د مشرۍ، عمر او ځواني، درآمد، لګښت، د بېوزلیو د لاسنیوي او بدعتونو[6].
پېغامونه:
1-د معاد انکار به د کفارو د حسرت لامل شي. «یا وَیْلَنا»
2- قیامت د حسرت او د منکرانو د منښتې ورځ ده. (یا وَیْلَنا…)؛ خو دا حسرتونه ګټه نه لري او دوزخ ته د ورننووتو حکم به یې ورکول کېږي. «فَاهْدُوهُمْ»
3- په قیامت کې، پر دوزخ سربېره، سپکاوی، نیوکه او روحي کړاو هم شته. «هذا یَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِی کُنْتُمْ بِهِ تُکَذِّبُونَ» (په همدې برخه کې هم لولو: «فَاهْدُوهُمْ إِلی صِراطِ الْجَحِیمِ» سره له دې چې د ښیون کلمه، نېکچاریو ته د لارښوونې لپاره ده؛ خو د دوزخیانو سپکاوي او پرې ملنډې وهلو ته کارېږي).
4- کفار سزا ته ګوري، «یَوْمُ الدِّینِ»؛ خو الله تعالی قضاوت ته ګوري. «هذا یَوْمُ الْفَصْلِ»
5-د حق تر دروغجنولو بدتر یې د دورغجنولو دوام دی. «کُنْتُمْ بِهِ تُکَذِّبُونَ»
6-د معاد دروغجنول، پر ځان تېری دی.( تُکَذِّبُونَ… اَلَّذِینَ ظَلَمُوا…)؛ لکه څنګه چې شرک ستر ظلم دی. (هو، د دوزخیانو ستره ځانګړنه ظلم دی)
7- پرښتې، د مشرکانو راټولولو او دوزخ ته یې د بیولو دندې لري. پرښتو ته ویل کېږي: «احْشُرُوا الَّذِینَ ظَلَمُوا»
8-هرڅوک به یې له هماندي او محبوب سره محشور او مل وي. «ظَلَمُوا وَأَزْواجَهُمْ وَ ما کانُوا یَعْبُدُونَ»
9-باطل معبودان، نه یوازې ستونزهواري نه دي؛ بلکې پخپله راګېر دي. «وَ ما کانُوا یَعْبُدُونَ»
10-د انسان بدمرغۍ ته همدومره بس، چې له بې ساه بوتانو سره محشور شي. (اُحْشُرُوا…وَ ما کانُوا یَعْبُدُونَ)
11-څوک چې په دنیا کې الهي ښیون و نه مني، په قیامت کې دوزخ ته ورسیخېږي.«فَاهْدُوهُمْ»
12- د شرک او کفر پای دوزخ دی. «فَاهْدُوهُمْ إِلی صِراطِ الْجَحِیمِ»
13-سره له دې چې د معاد د منکرانو پای او برخلیک دوزخ دی. «فَاهْدُوهُمْ إِلی صِراطِ الْجَحِیمِ»؛ خو د نعمتونو او دندو پوښتنه به هم ترې کېږي. «مَسْؤُلُونَ»
14- باید مجرمانو ته هم حق زباد شي، چې سزا ورکړه شي. «مَسْؤُلُونَ»
ما لَکُمْ لا تَناصَرُونَ«25» = پر تاسې څه شوي، چې يو د بل مرسته نه کوئ؟!
بَلْ هُمُ الْیَوْمَ مُسْتَسْلِمُونَ«26»= بلكې نن دوی د الله قدرت ته تسليم شوي دي.
وَ أَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلی بَعْضٍ یَتَساءَلُونَ«27»= او (په دې حال كې به) يو بل ته مخ واړوي او پوښتي به؛
قالُوا إِنَّکُمْ کُنْتُمْ تَأْتُونَنا عَنِ الْیَمِینِ«28» = يوه ډله وايي: (( بېشکه (تاسې بېلارې مشران وئ، چې په ظاهره) د خير غوښتنې او نېكۍ له لارې رامخته کېدئ (او ځانونه مو حق پلوي ښوول، چې په دې كې مو چل و)!))
قالُوا بَلْ لَمْ تَکُونُوا مُؤْمِنِینَ«29»= و به وايي: ((بلكې تاسې (پخپله) ایمان راوړونکي نه واست (زموږ څه ګناه ده)؟!
ټکي:
* «مُسْتَسْلِمُونَ» د استفعال له بابه یا په تسلیم کې مبالغې ته او د بشپړ تسلیمېدو په مانا دی، یا په دې مانا دی، چې مشرکان د ملاتړ پر ځای، یو بل الهي پرغز – قهر ته ورتسلیموي.
* «یمین» یا له «یُمن» نه اخستل شوی او د خیر و برکت په مانا دی ؛ یعنې تاسې ځانونه زموږ خیرخواه ګڼل او راپسې راغلئ او په پایله کې مو کږلاري کړو یا له قهر او ځواکه کنایه ده؛ ځکه ښی لاس د ځواک خواله ده.
*د قرآن په بېلابېلو آیتونو کې، یو له بل سره د دوزخیانو خبرې اترې، له شیطان، مؤمنانو، پرښتو او له الله تعالی سره د دوزخیانو خبرې اترې اوڅار شوي، چې پکې د خلاصون لپاره یې ډول ډول مرستې اوڅار شوي؛ خو په ټولو ځایونو کې منفي ځواب اوري او په ځینو ځایونو کې یو د بل پر غاړه پړه اچوي او وايي: که تاسې نه وئ؛ نو موږ ایمان درلود «لَوْ لا أَنْتُمْ لَکُنّا مُؤْمِنِینَ»؛ خو ځواب اوري، چې داسې نه ده؛ بلکې پخپله ایمان راوړونکي نه واست. «بَلْ لَمْ تَکُونُوا مُؤْمِنِینَ»
پېغامونه:
1- په قیامت کې، مجرمان نشي کولای یو د بل مرسته وکړي. «ما لَکُمْ لا تَناصَرُونَ»
2- سرغړاندي به په قیامت غاړه کېږدي. «بَلْ هُمُ الْیَوْمَ مُسْتَسْلِمُونَ»
3- مجرمین ځانونه په قیامت کې سپینوي او خپله پړه د نورو پر غاړه اچوي.«تَأْتُونَنا عَنِ الْیَمِینِ»
4- له ځواکه ګټنه[7] یا په خیرخواهۍ تظاهر[8]د نورو تېرایستو ته د کفر او شرک د مشرانو کړنلارې دي. «تَأْتُونَنا عَنِ الْیَمِینِ»
5-د قیامت پر ورځ هېڅوک چمتو نه دی، د بل جرم پر غاړه واخلي. «لَمْ تَکُونُوا مُؤْمِنِینَ»
وَ ما کانَ لَنا عَلَیْکُمْ مِنْ سُلْطانٍ بَلْ کُنْتُمْ قَوْماً طاغِینَ«30»= او زموږ خو پر تاسې څه زور نه و؛ بلكې تاسې پخپله سرغړانده ډله وئ.
فَحَقَّ عَلَیْنا قَوْلُ رَبِّنا إِنّا لَذائِقُونَ«31»= نو پر موږ (ټولو) د خپل پالونكي خبره ثابته شوه، چې بېشکه موږ د (عذاب) څکونکي یو.
فَأَغْوَیْناکُمْ إِنّا کُنّا غاوِینَ«32» = نو موږ پخپله هم بېلاري وو او تاسې مو هم بېلارې كړئ))
فَإِنَّهُمْ یَوْمَئِذٍ فِی الْعَذابِ مُشْتَرِکُونَ«33»= نو په رښتینه کې دوى ټول [= مشران او بېلارې لارويان يې] پر دغه ورځ په (الهي) عذاب كې شريك دي.
پېغامونه:
1-د کفر مشران، هم پر خپله ورکلارۍ منښته کوي او هم د خپلو لارویانو د ورکلارولو پړه او مسوولیت پر غاړه اخلي. «فَأَغْوَیْناکُمْ»؛ خو د قهر، ولکې او لاسبرۍ مسوولیت نه مني. «ما کانَ لَنا عَلَیْکُمْ مِنْ سُلْطانٍ»
2-د کږلارۍ زمینه او لامل په زړه کې دی، نه بهرني دباو له لامله. «کُنْتُمْ قَوْماً طاغِینَ»
3- بالاخره د شرک مشران، د قیامت پر ورځ پر الهي توحید او ربوبیت منښته کوي. «قَوْلُ رَبِّنا»
4- په دنیا کې د الله تعالی وعده او وعید (عذاب) د شرک مشرانو غوږونو ته ورسېدلي او په لوی لاس منکر شوي دي. «قَوْلُ رَبِّنا»
5-انسان له ټولنیز او فرهنګي جبره یو آزاد موجود دی. «بَلْ کُنْتُمْ قَوْماً طاغِینَ»
6-چې ورکلاری وې؛ نور به هم ورکلاري کړې. «فَأَغْوَیْناکُمْ إِنّا کُنّا غاوِینَ»
7- الله تعالی د کفر مشرانو او لارویانو په عذاب کې عادل دی. «فِی الْعَذابِ مُشْتَرِکُونَ»
8- عادي خلک هم د فاسد نظام یا وګړيو په رامنځ ته کولو او هم یې د ظلم په ودې او پیاوړتیا کې اغېزمن دي؛ ځکه که برخه یا اغېز یې نه درلود؛ نو په عذاب کې به شریک نه وو. «فِی الْعَذابِ مُشْتَرِکُونَ»
إِنّا کَذلِکَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِینَ«34»= په حقيقت كې موږ له مجرمانو سره دغسې كوو!
إِنَّهُمْ کانُوا إِذا قِیلَ لَهُمْ لا إِلهَ إِلاَّ اللّهُ یَسْتَکْبِرُونَ«35»= (ځكه) چې کله دوی ته د “لا اله الا الله” [کلمه] ويل كېده (؛نو) لويي يې كوله ؛
وَ یَقُولُونَ أَ إِنّا لَتارِکُوا آلِهَتِنا لِشاعِرٍ مَجْنُونٍ«36» = او دوی ويل: ((آيا د يوه لېوني شاعر لپاره خپل معبودان پرېږدو؟!))
بَلْ جاءَ بِالْحَقِّ وَ صَدَّقَ الْمُرْسَلِینَ«37»= (داسې نه ده)؛ بلكې هغه حق راوړي او (پخواني) استازي یې رښتين وګڼل.
إِنَّکُمْ لَذائِقُوا الْعَذابِ الْأَلِیمِ«38»= بېشكه چې تاسې (مړه زړي سرغاړي) به هرومرو د(الهي) دردناك عذاب څکونکي یاست.
پېغامونه:
1- مجرمانو ته د سزا ورکولو په تړاو د الهي عدل قانون، یو رنګ دی. «إِنّا کَذلِکَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِینَ»
2-د عذاب جرړه د انسانانو په جرم کې ده. «نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِینَ»
3-د توحید په مقابل کې کبرجنه روحیه درلودل د مجرم نښه ده. «یَسْتَکْبِرُونَ»
4- پېغمبرانو خلک د الله تعالی لوري ته وربلل، نه خپل لوري ته. «قِیلَ لَهُمْ لا إِلهَ إِلاَّ اللّهُ»
5-نور تورنول او سپکاوی یې او پر خپلو کږنو انګېرنو ګروهو تعصب، د استکبار نښه ده.(یَسْتَکْبِرُونَ وَ یَقُولُونَ… لِشاعِرٍ مَجْنُونٍ)
6- تکبر، د انسان اند اړوي.(خورا عقلمن وګړی لېونی کوي او ډبرین بوتان خدای ګڼي). «آلِهَتِنا لِشاعِرٍ مَجْنُونٍ»
7-تورونو ته ځواب وویاست. «بَلْ جاءَ بِالْحَقِّ»
8-د اسلام د پېغمبر ویناوې او د لا اله الا اللّه شعار، په فطرتونه کې سخته جاذبه رامنځ ته کوي.(د شاعر تور، د آنحضرت (ص) د خبرو د جذابیت له لامله وو). «لِشاعِرٍ»
9- مشرکانو ګڼ معبودان درلودل. «آلِهَتِنا»
10-د ټولو انبیاوو ښوونې یو دي او ټولو انبیاوو توحید او حق ته بلنه کوله او د اسلام پېغمبر هم هغوی تصدیقول. «وَ صَدَّقَ الْمُرْسَلِینَ»
11- هم پخپله پر حق درېږئ او هم د نورو حقانیت تصدیقوئ. «جاءَ بِالْحَقِّ وَ صَدَّقَ الْمُرْسَلِینَ»
12- د هغو کسانو سزا دردونکی عذاب دی، چې قرآن شعر او پېغمبر پېریانی ګڼي. «الْعَذابِ الْأَلِیمِ»
وَ ما تُجْزَوْنَ إِلاّ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ«39» = او تاسې ته يوازې د خپلو کړنو جزا دركول كېږي،
إِلاّ عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ«40»= خو بې د الله له ساهو بندګانو (چې له دې سزاګانو بچ دي)؛
أُولئِکَ لَهُمْ رِزْقٌ مَعْلُومٌ«41» = همدا دوى ته یوه ټاكلې (او ځانګړې) روزي ده؛
فَواکِهُ وَ هُمْ مُکْرَمُونَ«42»= (ډول ډول) مېوې او عزتمن به وي ؛
فِی جَنّاتِ النَّعِیمِ«43» = د جنت د ډكو نعمتونو په باغونو كې،
عَلی سُرُرٍ مُتَقابِلِینَ«44»= پر تختونو به يو بل ته مخامخ ناست وي (چې يو د بل په ليدو خوشحالېږي).
ټکي:
* « مخِلص» هغو وګړیو ته ویل کېږي، چې ځانونه له ډول ډول شرک، ریا او نفاق بچوي او ځان د الله تعالی بنده کوي؛ خو «مخلّص» هغو وګړیو ته ویل کېږي، چې د دوی د شتو کمالاتو له کبله، الله تعالی هغوی خالص او نږه کړي، غوره او ټاکي یې.
پېغامونه:
1-الهي سزاوې عادلانه دي. «وَ ما تُجْزَوْنَ إِلاّ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ» (هو، د قیامت دردوونکي عذاب، په دنیا کې د هماغه شرک لړلي او استکباري چلن انځور دی).
2-له ګواښ سره زېری هم پکار دی. «إِلاّ عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ»
3-د الله تعالی بندګي د الهي ټاکنې او غوراوۍ لاملېږي. «إِلاّ عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ»
4-سرغړاندو ته یې د چارو له مخې سزا ورکول کېږي؛ خو د غوره کړای شویو شویو بندګانو ثواب یې تر کړنو خورا ډېر دی. «وَ ما تُجْزَوْنَ إِلاّ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ إِلاّ عِبادَ اللّهِ»
5-په جنت کې توکیز او مانیز خوندونه یو د بل ترڅنګ دي.( فَواکِهُ… مُکْرَمُونَ)
6-له اولیاوو الله سره کتنه، د جنت یو مانیز خوند دی. «سُرُرٍ مُتَقابِلِینَ»
7-په دنیوي مخامخېدنو کې کله دښمني وي؛ خو په اخروي مخامخېدنو کې خوندور بنډارونه او خوندونه دي. «عَلی سُرُرٍ مُتَقابِلِینَ»
8- د جنتیانو بریاوې هراړخیزې دي:
الف) د الله تعالی له لوري ټاکل کېدل«مخلصین» (د الله له لوري ټاکل شوي، له ستر مقامه برخمن دي. «أُولئِکَ» لرې او د دوی ستر مقام ته اشاره ده.)
ب) رزق «مَعْلُومٌ»، چې د امام باقر(رح) د وینا له مخې، جنتي چوپړیالان پرې پوهېږي او مخکې له دې چې الهي اولیاء یې وغواړي، ورته یې راوړي[9].
ج) توکیز او مانیز رزق. «فَواکِهُ وَ هُمْ مُکْرَمُونَ»
د) غوره هستوګنځی. «جَنّاتِ النَّعِیمِ»
ه) له جنتي دوستانو سره په مینه او خوشحالۍ ناسته.
یُطافُ عَلَیْهِمْ بِکَأْسٍ مِنْ مَعِینٍ«45» = د نږه شرابو جامونه به ورباندې ګرځول كېږي.
بَیْضاءَ لَذَّهٍ لِلشّارِبِینَ«46»= تك سپين شراب، چې څښونكيو ته به خوندور وي؛
لا فِیها غَوْلٌ وَ لا هُمْ عَنْها یُنْزَفُونَ«47»= نه پكې (د عقل) تباهي ده او نه ترې نشه كېږي.
وَ عِنْدَهُمْ قاصِراتُ الطَّرْفِ عِینٌ«48» = او د ښكليو [او] غټ سترګو خاوندانې (مېرمنې) به ورسره وي، چې يوازې له خپلو مړونو سره مينه لري؛
کَأَنَّهُنَّ بَیْضٌ مَکْنُونٌ«49»= دومره به (نازكې او سپينې وي) لکه پوښلې هګۍ (چې د چرګې تر وزرونو لاندې) پټې ايښې وي (او د چا لاس پرې لګېدلى نه وي.)
ټکي:
* «قدح» تش لوښي ته ویل کېږي او چې ډک شي، «کأس» ورته ویل کېږي؛ خو مراد ترې شراب دي، نه یې لوښی.
* «مَعِینٍ»روانو رڼو اوبو ته ویل کېږي.
* «غَوْلٌ» د پټ فساد په مانا دی. «یُنْزَفُونَ»سوکه سوکه د عقل منځه تلو ته وايي.
* «طرف»د سترګې سترغلي ته وايي او «قاصِراتُ الطَّرْفِ» له هغې کنایه ده، چې جنتي مېرمنې له نورو سترګو پټوي او یا په مړو سترګو درګوري، چې ځانګړی خوند لري او شونې ده مراد دا وي، چې جنتي مېرمنې دومره ښکلې دي، چې د مېړه سترګې ترې نه اوړي.
* د «عِینٌ» کلمه د «عیناء» جمع او ښکلیو غټو تورو سترګو ته ویل کېږي.
* د «بَیْضٌ» کلمه د «بیضه» جمع او د اوښمرغه د هګۍ په مانا ده، چې رنګ یې ځلنده سپین ژېړبخن دی، چې مارغه یې تر خپلو وزرو لاندې کوي، چې دوړن نشي. عرب، ښکلې ښځې ورسره تشبیه کوي.[10]
پېغامونه:
1-په نس او شهوت پورې اړوند بدني خوندونه په قیامت کې هم شته. «فَواکِهُ، بِکَأْسٍ مِنْ مَعِینٍ، قاصِراتُ الطَّرْفِ»
2-د جنت خوندونه په یوه ځانګړي لوري کې نه؛ بلکې نعمتونه له هر لوري د جنتیانو په شاوخوا کې چورلول کېږي. «یُطافُ»
3-سپین رنګ یو جنتي او په زړه پورې رنګ دی، چې د رڼا، ښکلا او روغتیا نښه ده. «بَیْضاءَ، بَیْضٌ»
4-جنتي خوندونه بې له پټو او ښکاره وو عوارضو دي. جنتي شراب خوندور دي؛ خو د دنیوي شرابو په څېر مستي او نور عوارض نلري.( لَذَّهٍ لِلشّارِبِینَ لا فِیها غَوْلٌ…)
5-له نورو سترګې پټول د جنتي مېرمنو ځانګړنه ده. «قاصِراتُ الطَّرْفِ»
6-جنتي مېرمنې هم ښکلې، هم په زړه پورې، هم پاکې، هم عفیفې – حیاناکې او هم پوښلې دي. «عِینٌ، بَیْضٌ مَکْنُونٌ»
فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلی بَعْضٍ یَتَساءَلُونَ«50» = نو يو بل ته به مخ كړي او پوښتي؛
قالَ قائِلٌ مِنْهُمْ إِنِّی کانَ لِی قَرِینٌ«51» = يو له دوی وايي: ((رښتيا ما خو (په دنيا كې) يو ملګرى درلود.
یَقُولُ أَ إِنَّکَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِینَ«52»= چې ويل يې: ايا تا دا خبره په رښتيا منلې؟
أَ إِذا مِتْنا وَ کُنّا تُراباً وَ عِظاماً أَ إِنّا لَمَدِینُونَ«53»= آیا چې ومرو او خاورې او (وراسته) هډوكي شو (دویم وار راژوندي کېږو؛ نو) هرومرو به سزا راكړه شي؟!))
ټکي:
* «یَوْمِ الدِّینِ» د قیامت یوه نامه ده او «لَمَدِینُونَ» له ((دین)) اخستل شوی او د سزا په مانا ده.
پېغامونه:
1- په جنت کې د دنیا یادیزې/خاطرې نه هېرېږي. «کانَ لِی قَرِینٌ»
2-په جنتي بنډارونو کې چې یو بل ته په مخامخ تختونو کې کېږي، له دنیوي ملګرو نه پکې پوښتنې ګروېګنې او خبرې اترې ورسره کېږي. «کانَ لِی قَرِینٌ»
3-که خپله ګروهه ساتلی شئ؛ نو په دنیا کې له کفارو سره ناسته پاسته جایزه ده. «کانَ لِی قَرِینٌ»
4-د مخالفانو د نټو او رټنې رانقلول د جنتیانو د خبرو اترو یوه برخه ده. (فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلی بَعْضٍ یَتَساءَلُونَ… یَقُولُ أَ إِنَّکَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِینَ)
5-کفار د معاد نټې ته هېڅ ډول دلیل نلري، څه چې لري یوازې هېښنه، نټه، انکار او استبعاد دی.(أَ إِذا مِتْنا وَ کُنّا تُراباً…)
قالَ هَلْ أَنْتُمْ مُطَّلِعُونَ«54» = (مؤمن) پوښتي: (( (دهغه له ځايه) خبر ياست؟))
فَاطَّلَعَ فَرَآهُ فِی سَواءِ الْجَحِیمِ«55»= نو سر راپورته کوي او هغه (منكر ملګرى) په دوزخ كې ويني؛
قالَ تَاللّهِ إِنْ کِدْتَ لَتُرْدِینِ«56» = (او له لرې به ورته) وايي: ((پر الله قسم، تا خو نژدې زه هم تباه کړی وم.
وَ لَوْ لا نِعْمَهُ رَبِّی لَکُنْتُ مِنَ الْمُحْضَرِینَ«57»= او كه زما د پالونكي لورنه نه واى؛ نو زه به هم هرومرو (په دوزخ كې درسره) پروت واى!
ټکي:
* د «تردین» کلمه له «ارداء» اخستل شوې، یعنې له لوړ ځایه راغورځېدل، چې ورکاوی ورسره وي.
پېغامونه:
1- جنتیان د دوزخیانو پر حال ځان خبروي. «فَاطَّلَعَ»
2-د قیامت منکران، د دوزخ په منځ کې وي. «سَواءِ الْجَحِیمِ»
3- جنتیان له خپلو دوزخي ملګرو سره خبرې اترې کولای شي.( قالَ…)
4-د ناوړه ملګرو خطرونو ته مو پام وي. «کِدْتَ لَتُرْدِینِ»
5-فاسد وګړي د نورو فاسدولو ته هم هڅې کوي. «کِدْتَ لَتُرْدِینِ»
6-که یوې شېبې ته هم د الله تعالی پېرزوینه نه وي؛ نو انسان هرومرو پرېوځي.( لَوْ لا نِعْمَهُ رَبِّی لَکُنْتُ…)
7- شونې ده ځینې مخلص بندګان، د پاڼ تر خولې ورشي؛ خو د الله تعالی پېرزوینه یې ژغوري. «لَوْ لا نِعْمَهُ رَبِّی»
8-له فاسدو ملګرو نه اغېزمنېدل، یو الهي نعمت دی. «لَوْ لا نِعْمَهُ رَبِّی»
9- جنتیان ځان وړ نه بولي؛ بلکې خپل جنتي کېدل، د الله تعالی پېرزو او یو الهي نعمت ګڼي. «لَوْ لا نِعْمَهُ رَبِّی لَکُنْتُ مِنَ الْمُحْضَرِینَ»
أَ فَما نَحْنُ بِمَیِّتِینَ«58» = (بيا خپلو ملګرو ته وايي:) نو ایا موږ نه مرو (او همېشه به په جنت كې يو).
إِلاّ مَوْتَتَنَا الْأُولی وَ ما نَحْنُ بِمُعَذَّبِینَ«59»= او بې له هماغه ړومبي مرګه، بل مرګ به رانشي او په عذاب به نشو؟!
إِنَّ هذا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ«60» = په رښتيا دا هماغه ستره بريا ده!))
لِمِثْلِ هذا فَلْیَعْمَلِ الْعامِلُونَ«61»= نو بايد د همدغسې (بدلې) لپاره زيارګالونكي زيار وګالي.
پېغامونه:
1- جنتیان دومره خوشحاله دي، ته وا د جنتي نعمتونو باور نه کوي او د نعمتونو پر تلپاتېینه هک اریان دي. «أَ فَما نَحْنُ بِمَیِّتِینَ»
2- په جنت کې مرګ او نیستي نشته. «إِلاّ مَوْتَتَنَا الْأُولی» د دوزخ پرخلاف، چې دوزخیان په عذاب کې مري او بیا راژوندي کېږي.
3- ګنهګار مؤمنان، لومړی دوزخ ته ځي او بیا جنت ته؛ ځکه تر جنت روسته بیا عذاب مانا نه لري. «وَ ما نَحْنُ بِمُعَذَّبِینَ»
4-په فاسدو چاپېریالونو کې د انسان روغ پاتېدل، شونې؛ خو ستونزمن چار دی. «إِنَّ هذا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ»
5-په دنیا کې له ناوړه ملګرو او په آخرت کې د دوزخ له عذابه خلاصون یو ستر بری دی.«لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ»
6-سمې بېلګې خلکو ته وروپېژنئ. «لِمِثْلِ هذا»
7-جنتي نعمتونو ته کړنې، له اخلاص سره په ټکر کې کار نه دی. «لِمِثْلِ هذا فَلْیَعْمَلِ»
8-په دنیا کې دې د انسان چارې سترې موخې او سترې بریا ته رسېدل وي؛ ګنې پښېماني او تاوان دی. «لِمِثْلِ هذا فَلْیَعْمَلِ»
9-یوازې ایمان بسیا نه دی، عمل هم پکار دی. «فَلْیَعْمَلِ الْعامِلُونَ»
أَ ذلِکَ خَیْرٌ نُزُلاً أَمْ شَجَرَهُ الزَّقُّومِ«62» = ايا دا (همېشني جنتي نعمتونه) غوره مېلمستيا ده، که د زقوم (كركجنه) ونه؟!
إِنّا جَعَلْناها فِتْنَهً لِلظّالِمِینَ«63» = په حقيقت كې موږ دا (ونه) ظالمانو ته ازمېینه (او عذاب) ګرځولې ده.
إِنَّها شَجَرَهٌ تَخْرُجُ فِی أَصْلِ الْجَحِیمِ«64»= بېشکه دا ونه د جهنم په تل كې راټوكېږي؛
ټکي:
* «نزل» د مېلمه له راتګ سره سم، مېلمستیا ته وايي.
* زقوم» یوه زهرجن بوټی دی، چې په بېدیاوو کې راټوکېږي، که پاڼه یې راوشلول شي؛ نو زوخا ترې راوځي، چې که د بدن پر هر ځای ولګېده، پړسوي یې. په دخان سورت ۴۳-۴۵ آیتونو کې وايي: «إِنَّ شَجَرَهَ الزَّقُّومِ طَعامُ الْأَثِیمِ کَالْمُهْلِ یَغْلِی فِی الْبُطُونِ کَغَلْیِ الْحَمِیمِ» بېشکه زقوم د گناهګارانو خوراک دی، چې د تورو بویناکو تیلو په څېر په نس کې خوټېږي؛ لکه د ایشېدلیو اوبو خوټېدل.
پېغامونه:
1-د الهي پېرزوینو او پرغز- قهر بېلګې یو له بل سره پرتله کړئ، چې غوره عمل وکړو.(فَلْیَعْمَلِ الْعامِلُونَ، أَ ذلِکَ خَیْرٌ… أَمْ شَجَرَهُ الزَّقُّومِ)
2- انسان د فطرت له مخې خیر خوښی دی او په خیر پسې دی.( ذلِکَ خَیْرٌ… أَمْ)
3- جنتیان د الله تعالی مېلمانه دي. «نُزُلاً»
4-هغه ظالمان چې په دنیا کې زړونه دردوي؛ نو په قیامت کې به یې په سوځنده خوراکونو مېلمستیا وشي. «فِتْنَهً لِلظّالِمِینَ»
5-په الهي ارادې، د اور په منځ کې ونه راټوکېږي. «شَجَرَهٌ تَخْرُجُ فِی أَصْلِ الْجَحِیمِ»
طَلْعُها کَأَنَّهُ رُؤُسُ الشَّیاطِینِ«65» = دهغې غوټۍ (په بد رنګۍ كې) لکه د شيطان سرونه!
فَإِنَّهُمْ لَآکِلُونَ مِنْها فَمالِؤُنَ مِنْهَا الْبُطُونَ«66»= نو دوزخيان هرومرو ترې خوري او خپل نسونه ډكوي.
ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَیْها لَشَوْباً مِنْ حَمِیمٍ«67» = بيا له پاسه پرې خوټېدلې او چټلې اوبه څښي!
ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَی الْجَحِیمِ«68»= بيا بېشکه د دوی ستنېدا جهنم ته ده.
ټکي:
* د«طلع» کلمه د کجورې ونې د غوټۍ په مانا ده، ته وا د مېوې د راټوکېدو وخت دی. د «شوب» کلمه د ګډ/مخلوط په مانا دی. تر خوړو روسته څښاک ته ځکه شوب وايي، چې په معده کې له خوړو سره ګډېږي.
* داچې د مسلمانانو په فرهنګ کې «شیطان» ته یو ناولی، ناوړه او خبیث موجود ویل کېږي، په دې آیت کې وايي: د زقوم د ونې غوټۍ، چې باید ښکلې او په زړه پورې وي، ته وا لکه د شیطان سرونه دي؛ لکه څنګه چې د خلکو په فرهنګ کې پرښته، د ښېګڼو او کرامت څرګندوی ده، تردې چې د مصر ښځو د حضرت یوسف (ع) په ستاینه کې وویل: «إِنْ هذا إِلاّ مَلَکٌ کَرِیمٌ»[11]
پېغامونه:
1- دوزخیان هم د جنتیانو په څېر خوراک څښاک لري؛ خو نه یوازې خوندور او په زړه پورې نه دي؛ بلکې بدشکله، بد خونده او ځوروونکي دي.( کَأَنَّهُ رُؤُسُ الشَّیاطِینِ… لَشَوْباً مِنْ حَمِیمٍ)
2-له دوزخي خوراکونو د تېښتې او نه خوړو لار نشته.( لَآکِلُونَ…فَمالِؤُنَ)
3- دوزخیان دومره وږي دي، چې خورا ناوړه خواړه هم خوري.(«فَمالِؤُنَ مِنْهَا الْبُطُونَ»
4-د قیامت عذابونه لنډمهالي نه؛ بلکې دوزخ ابدي هډه ده. «ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَی الْجَحِیمِ» (شونې ده، دوزخیان د زقوم او خوټېدلیو اوبو خوراک او څښاک لپاره یو ځای ته بېول کېږي او بېرته یې لومړي ځای ته راستنوي.)
إِنَّهُمْ أَلْفَوْا آباءَهُمْ ضالِّینَ«69» = (ځكه) چې دوی خپل پلرونه بېلارې موندلي ول.
فَهُمْ عَلی آثارِهِمْ یُهْرَعُونَ«70»= نو دوى په هغوی پسې ځغلي .
وَ لَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَکْثَرُ الْأَوَّلِینَ«71» = او په يقين، تر دوی مخکې هم ډېر ړومبي خلک بېلارې شوي وو
وَ لَقَدْ أَرْسَلْنا فِیهِمْ مُنْذِرِینَ«72»= او په يقين، په دوی كې موږ ننګوونکي ورلېږلي وو.
فَانْظُرْ کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الْمُنْذَرِینَ«73» = نو وګوره، چې د ننګووليو پاى څنګه وه؟!
إِلاّ عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ«74»= خو بې د الله له پاك زړو بندګانو (نور ټول له ناوړه پايلې سره مخ شول.)
ټکي:
* «یُهْرَعُونَ» تروړلو ته وايی، په دې آیت پر هغوی نیوکه شوې، چې په چټکۍ، بې له کوم فکره، د خپلو پلار نېکونو په افکارو پسې ورځي.
*د دوزخیانو یوه ځانګړنه، له پلارنېکونو په پټو سترګو تقلید دی؛ حال دا په ګروهو کې تقلید جایز نه دی او د انسان ګروهې دې د استدلال او عقل پر بنسټ وي.
پېغامونه:
1-په ناوړه کړنو کې له پلارنېکونو په پټو سترګو تقلید او لاروي، په هره نامه چې وي،نامنلی چار دی.( أَلْفَوْا آباءَهُمْ ضالِّینَ… عَلی آثارِهِمْ یُهْرَعُونَ)
2-بدترین ډول تقلید خو هغه دی، چې د کږلاریو پر کږلارۍ له پوهې سره سره بیا هم ورپسې روان یې. «أَلْفَوْا آباءَهُمْ ضالِّینَ»
3-د پلار نېکونو باطلې ګروهې، پر راتلونکي ځوځات اغېزمنې دي. «آباءَهُمْ ضالِّینَ»
4-د پلارنېکونو پر باطلو ګروهو ځان بایلنه منع دي. ( «یُهْرَعُونَ» په زوره او بېواکه ورکاږل کېدو ته ویل کېږي.)
5-د پلار نېکونو فرهنګي میراث، تل او په هر ځای کې ستاینوړ نه دی. «عَلی آثارِهِمْ یُهْرَعُونَ»
6-د کږلارۍ په چاپېریال کې، ګواښنه خورا مهمه دنده ده. الله تعالی کږلاریو امتونو ته ګواښوونکي ورلېږلي وو. (ضَلَّ قَبْلَهُمْ… أَرْسَلْنا فِیهِمْ مُنْذِرِینَ)
7- الله تعالی اتمام حجت کوي او په اصطلاح غاړه خلاصوي. «أَرْسَلْنا فِیهِمْ مُنْذِرِینَ»
8-د ټولنې فاسد اکثریت، دلیلېدای نشي، چې ښیونوړ وګړي پرېږدو.( ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَکْثَرُ الْأَوَّلِینَ… أَرْسَلْنا فِیهِمْ)
9-هغه تاریخ مطالعه کړئ، چې د ودې او عبرت تومنه وي. «فَانْظُرْ کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الْمُنْذَرِینَ» موږ دنده لرو د ځېلي او متعصبو کافرو په برخلیک کې اندنه وکړو.
10-د فاسد اکثریت له شتون سره سره، د الله تعالی بندګان کېدای شو او په فاسده ټولنه کې ورایلي نشو.«إِلاّ عِبادَ اللّهِ»
11-د الله تعالی عبادت د ځانګړیو پېرزوینو د لاس ته راوړو لامل دی. «عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ»
12-په عبادت کې اخلاص له ناوړپایلۍ ژغورنکی دی. «کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الْمُنْذَرِینَ إِلاّ عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ»
13-یوازې نږه الهي بندګان، د انبیاوو خبردارۍ جدي نیسي. «فَانْظُرْ کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الْمُنْذَرِینَ إِلاّ عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ»
وَ لَقَدْ نادانا نُوحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِیبُونَ«75» = او په يقين؛ نوح را غږ کړ (او موږ يې دعا قبوله كړه) نو موږ څه ښه قبلوونكي يو!
وَ نَجَّیْناهُ وَ أَهْلَهُ مِنَ الْکَرْبِ الْعَظِیمِ«76»= او موږ دا او كورنۍ يې له ستر کړاوه وژغورله؛
وَ جَعَلْنا ذُرِّیَّتَهُ هُمُ الْباقِینَ«77» = او موږ (يوازې) د ده ځوځات (د ځمكې پر مخ) پرېښود.
وَ تَرَکْنا عَلَیْهِ فِی الْآخِرِینَ«78» = او موږ په راتلونكيو (امتونو) كې (نېكنامی) پرېښود.
سَلامٌ عَلی نُوحٍ فِی الْعالَمِینَ«79»= په نړيوالو كې دې پر نوح سلام وي؛
إِنّا کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ«80» = بېشکه موږ نېكانو ته دغسې بدله وركوو.
إِنَّهُ مِنْ عِبادِنَا الْمُؤْمِنِینَ«81» = (ځكه) چې هغه زموږ له مؤمنو بندګانو ځنې و.
ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِینَ«82»= بيا موږ هغه نور(= د نوح دښمنان) ډوب كړل.
ټکي:
* په قرآن کې، څو ځل د نوح علیه السلام خبره شوې، چې د څوار- مقاومت بېلګه وه او تاریخ یې د اسلام پېغمبر (ص) لپاره هیلمني او ټکور و. دې الهي پېغمبر یو لړ ځانګړنې درلودې؛ لکه:
الف)لومړی اولوا العزم پېغمبر دی، چې شیخ الانبیاء نومول شوی دی.
ب)یوازېنې پېغمبر دی،چې د رسالت موده یې په قرآن کې اوڅار شوې ده.
ج)حضرت نوح ته د الله تعالی سلام، ځانګړې ځانګړنه لري او د «فِی الْعالَمِینَ» غونډله – جمله پرې وراضافه شوې ده.
د) هغه پېغمبر دی، چې ان زوی او مېرمن یې ورسره مخالف وو او ایمان یې پرې را نه ووړ.
* په عربي ژبه کې د«آخر» کلمه د پای په مانا ده او د «آخرین» کلمه د راتلونکیو په مانا ده؛ خو «آخر» د بل په مانا او «آخرین» د نورو په مانا دی.
*هغه تاریخ، چې قرآن یې وایي، توپیر یې د تاریخ له نورو کتابونو سره دادی، چې قرآن د یوې واقعي کیسې تر کولو روسته په اړه یې الهي قوانین هم وايي. «کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»
*شونې ده په دې آیت کې د حضرت نوح (ع) له غږ نه مراد، هماغه د مؤمنون سورت ۲۶ آیت وي، چې و یې ویل:«رَبِّ انْصُرْنِی بِما کَذَّبُونِ» پالونیکه! د دروغجنوونکیو په مقابل کې مې مل شه.
* الله، «فَلَنِعْمَ الْمُجِیبُونَ» دی؛ یعنې هغه څه مني، چې د بنده په صلاح یې وي؛ نه هغه څه چې بنده یې په ګوته او ټاکلي وي؛ نو کله داسې وي، چې ستا غوښتنه یو څیز وي او الله تعالی یې بل څیز ځایناستوي.
کله دې غوښتنه په ځنډ مني او کله دې غوښتنه بیخي نه مني؛ لکه څنګه چې حضرت نوح د خپل زوی ژغورنه وغوښته؛ خو و نه منل شوه.
*له بلا او ستر غمه مراد «الْکَرْبِ الْعَظِیمِ» یا توپان او ډوبېدل یا د خلکو ځورول دي. هو، په دیني رسالت او تبلیغ کې یو لړ ستونزې او خپګانونه شته.
* امام باقر(رح) وویل:په «جَعَلْنا ذُرِّیَّتَهُ هُمُ الْباقِینَ» آیت کې له بقا او پاینې مراد، د حضرت نوح په ځوځات کې د دین، کتاب او نبوت پاتېدنه ده[12].
پېغامونه:
1-الهي وګړي نه ډپ کېږي او چې چار یې ستونزمن شي؛ نو د الله تعالی له غني ځواکه په دعا او مرستې غوښتنې، خپله ستونزه هواروي. «نادانا نُوحٌ»
2-سره له دې چې الله تعالی د ټولو له زړونو خبر دی؛ خو ویل، غوښتل او دعا کول ځانګړي آثار لري. «نادانا» (هو، د الله تعالی درشل ته د غږ کولو، دعا کولو او د اړتیا څرګندولو پایله الهي اجابت دی).
3- که څوک په اخلاص الله تعالی راوبلي، دعا یې منل کېږي.(نادانا… فَلَنِعْمَ الْمُجِیبُونَ)
4-د دعا منل کېدل، له حکمت او لورنې سره مل او بې منته دي. «فَلَنِعْمَ الْمُجِیبُونَ»
5- نوح علیه السلام، له الله تعالی نه د کفارو هلاکت او په بېړۍ کې یې ځان او خپلو یارانو ته سلامت سفر وغوښت؛ خو الله تعالی، نېکه نامه، د ځوځات یې پاتېدنه او ابدي سلام ورکړ او شونې ده، دا د «فَلَنِعْمَ الْمُجِیبُونَ» مانا وي؛ یعنې تر هغه څه ډېر مو درکړل، چې تا غوښتي وو.
6- الله تعالی حضرت نوح (ع) په اوبو کې وساته او حضرت ابراهیم یې په اور کې. «نَجَّیْناهُ» (اوبه او اور د الهي ارادې په مقابل کې ناڅيزه دي).
7- نسب او قومیت په هر ځای کې د اهل توب/تړاو لامل نه دی. (دا آیت وايي: موږ د نوح اهل وژغوره؛ خو پوهېږو، الله تعالی یې زوی ډوب کړ؛ نو پردې بنسټ، له اهل نه مراد، همفکران او لارویان یې دي، نه یوازې خپلوان یې). «أَهْلَهُ»
8-د هر ځوځات ورکېدنه او پاتېدنه د الله تعالی په لاس کې دي. «جَعَلْنا ذُرِّیَّتَهُ هُمُ الْباقِینَ»
9-د بشر نننی نسل، له حضرت نوح او یارانو یې دی. «هُمُ الْباقِینَ»
10-الهي اولیاء ژوندي دي او سلامونه ترلاسه کوي. «سَلامٌ عَلی نُوحٍ فِی الْعالَمِینَ»
11-نېکچاري، د نېکې نامې د پاتېدنې او د الله تعالی له لوري د سلام لامل دی.«نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»
12-نېکچاریو ته الهي انعام، یو الهي قانون دی، نه یوه پېښه او څرک. «کَذلِکَ نَجْزِی»
13- الله تعالی نېکچاریو ته په دنیا کې هم ثواب ورکوي. «إِنّا کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»
14- تېرو شویو انبیاوو او اولیاوو ته سلام یو الهي کار دی. «سَلامٌ عَلی نُوحٍ فِی الْعالَمِینَ»
15-هغه نېکچاري الهي درجو ته ور رسي، چې چار یې له ایمانه راولاړ وي؛ نه نامې او شهرت ته. «نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ إِنَّهُ مِنْ عِبادِنَا الْمُؤْمِنِینَ»
16- هغه احسان او نېکچاري، له الله تعالی سره ډېر ارزښت لري، چې له ایمان او عبودیت سره وي. «إِنّا کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ إِنَّهُ مِنْ عِبادِنَا الْمُؤْمِنِینَ»
17-په دنیا کې د عذاب راښکته کېدو پرمهال یوازې مؤمنان ژغورل کېږي او نور سزا ویني، که کافر وي که بې توپیره. آیت وايي: «أَغْرَقْنَا الْآخَرِینَ» او نه وايي: «اغرقنا الکافرین»
وَ إِنَّ مِنْ شِیعَتِهِ لَإِبْراهِیمَ«83» = او بېشكه ابراهيم د نوح له لارويانو ځنې و؛
إِذْ جاءَ رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِیمٍ«84»= او (درياد كړه) چې (ابراهيم) په پاك زړه د خپل پالونكي حضور ته راغى؛
إِذْ قالَ لِأَبِیهِ وَ قَوْمِهِ ما ذا تَعْبُدُونَ«85» چې خپل (مورني) پلار (يا تره) او قوم ته یې وويل: (( [دا] څه دي،چې تاسې يې لمانځئ؟!
أَ إِفْکاً آلِهَهً دُونَ اللّهِ تُرِیدُونَ«86» = آيا د الله پر ځاى په دروغجنو معبودانو پسې ځئ؟!
فَما ظَنُّکُمْ بِرَبِّ الْعالَمِینَ«87»= نو د نړۍ د پالونکي په اړه مو څه ګومان دى؟!))
ټکي:
* د «شِیعَهٍ» کلمه د هغې ډلې په مانا ده، چې د خپل مشر تابع وي.
* امام صادق (رح) وویل: قلب سلیم، هغه زړه دی، چې یوازې په الله تعالی پورې تړلی وي.[13] هو،شرک د زړه یو رنځ دی.
* ابراهیم علیه السلام په انبیاوو کې له یو لړ ځانګړنو برخمن و؛ لکه:
الف) سره له دې چې یو تن و؛ خو قرآن یې یو امت ګڼي. «إِنَّ إِبْراهِیمَ کانَ أُمَّهً واحده[14]»
ب) پر نبوت سربېره، د خلکو امام شو. «إِنِّی جاعِلُکَ لِلنّاسِ إِماماً[15]»
ج) د حضرت موسی، عیسی او محمّد علیهم السلام په شان پېغمبران یې له ځوځاته دي.
د) د حج مراسم یې یادګار دی.
ه) د آسمانونو ملکوت او باطن ته یې لاسرسی وموند. «نُرِی إِبْراهِیمَ مَلَکُوتَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»[16]
و) په قرآن کې ورته ځانګړي القاب ویل شوي دي؛ لکه: صدیق، اوّاه، حلیم، خلیل، حنیف، قانت او د قلب سلیم ( د روغ رمټ زړه) څښتن.
پېغامونه:
1- بُعد (واټن) په روحاني سفر کې منزل نه و.(سره له دې چې له حضرت ابراهیم نه تر حضرت نوح پورې زماني واټن یې څو زره کاله ویلی دی؛ خو په قرآن کې، حضرت ابراهیم د حضرت نوح، شیعه او لاروی ښوول شوی او نوح د توحيدي یون مخکښ دی.) «وَ إِنَّ مِنْ شِیعَتِهِ لَإِبْراهِیمَ»
2-د ټولو انبیاو لار یوه ده او انبیاء یو بل ته بېلګه او مقتدا دي او وخت او ځای د آسماني ادیانو په آرونو او بنسټونو کې اغېز نه لري. «وَ إِنَّ مِنْ شِیعَتِهِ لَإِبْراهِیمَ» (په بل ځای کې هم قرآن، د اسلام پېغمبر ته وايي: «فَبِهُداهُمُ اقْتَدِهْ»[17] د تېرو پېغمبرانو پر لار ولاړ شه.)
3- د شیعه کلمه د حضرت علي کرم الله وجهه یارانو نه ده راایستلې. «وَ إِنَّ مِنْ شِیعَتِهِ»
4- د انبیاوو ځینې دندې دادي: الف) له تېرو پېغمبرانو سره تړاو «وَ إِنَّ مِنْ شِیعَتِهِ لَإِبْراهِیمَ» ب) الله ته تسلیمېدل «جاءَ رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِیمٍ» ج) له هر ډول شرکه د ټولنې ژغورنه «إِذْ قالَ لِأَبِیهِ»
5-لومړی له دنننه ځان پاک کړئ، بیا د ټولنې پر پاکۍ لګیا شئ.(د دیني مشرانو بریا ته روغ رمټ زړه ( قلب سلیم) پکار دی) «جاءَ رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِیمٍ إِذْ قالَ لِأَبِیهِ»
6- قلب سلیم، الله تعالی ته د تقرب او درشل ته یې د ورنږدېدو شرط دی. «جاءَ رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِیمٍ»
7-هغه د پېغمبرانو شیعه او واقعي لاروی دی، چې سلیم زړه ولري. «وَ إِنَّ مِنْ شِیعَتِهِ لَإِبْراهِیمَ إِذْ جاءَ رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِیمٍ»
8-ځغردتوب، مړانه، قومي او نسبي ملحوظات په پام کې نه نیول، د ټینګ او راسخ ایمان نښه ده. حضرت ابراهیم، د خپل پلار دین وغانده. «قالَ لِأَبِیهِ وَ قَوْمِهِ ما ذا تَعْبُدُونَ»
9-الهي وګړي په فاسد چاپېریال کې نه ورایلي کېږي؛ بلکې چاپېریال بدلوي.«قالَ لِأَبِیهِ وَ قَوْمِهِ ما ذا تَعْبُدُونَ»
10-له بدیو په منع کې عمر شرط نه دی. «لِأَبِیهِ» شمېرنه او عدد شرط نه دی. «لِأَبِیهِ وَ قَوْمِهِ»
11- له بدیو په منع کې، له خپلوانو پیل وکړئ. «لِأَبِیهِ وَ قَوْمِهِ»
12- له بدیو په منع کې، له آریزو منکراتو؛ لکه له شرک یې پیل کړئ. «ما ذا تَعْبُدُونَ»
13-له شرک سره مبارزه، د انبیاوو د مبارزې سرټکی دی. «قالَ لِأَبِیهِ وَ قَوْمِهِ ما ذا تَعْبُدُونَ»
14- له بدیو په منع کې، د سرغړاند له وجدانه کار واخلئ. «ما ذا تَعْبُدُونَ»
15- له بدیو په منع کې، چټک او بشپړ اغېز شرط نه دی، شونې ده روسته اغېز وکړي، شونې ده لږ لږ اغېز وکړي او شونې ده…(قالَ… ما ذا تَعْبُدُونَ)
16-بوتلمانځنه یو ډول دروغ دي. «أَ إِفْکاً آلِهَهً»
17- نه یوازې عبادت؛ بلکې د غیرالله د عبادت نیت هم ناوړه دی. «تَعْبُدُونَ، تُرِیدُونَ»
18- هستي د الله تعالی د ربوبیت تر سیوري لاندې سمبالېږي. «بِرَبِّ الْعالَمِینَ»
فَنَظَرَ نَظْرَهً فِی النُّجُومِ«88» فَقالَ إِنِّی سَقِیمٌ«89»= نو ستوريو ته يې يو نظر واچو؛ نو ويې ويل: (( په حقيقت کې طبيعت مې خراب دى (او مېلې ته درسره تلاى نشم).))
فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِینَ«90» فَراغَ إِلی آلِهَتِهِمْ فَقالَ أَ لا تَأْکُلُونَ«91» ما لَکُمْ لا تَنْطِقُونَ«92»= نو(مشرکانو) شا کړه او مخ يې ترې واړو (او په بيړه ولاړل). نو (ابراهيم) په پټه بوتخانې ته ورننووت او (په ملنډو) يې وويل: (( ولې (دا خواړه) نه خورئ؟! څه درباندې شوي، چې خبرې (هم) نه کوئ؟!))
ټکي:
* د بابل (د ابراهیم علیه السلام هستوګنځی) خلکو هر کال یو ځانګړی جشن درلود او خواړه یې پکې چمتو کول او په بوتخونو کې یې ایښوول، چې متبرک شي، بیا به ډله ایز له ښاره بهر وتل او تر مېلو چړچو روسته د ورځې په پای کې د خوړو خوړولو لپاره بوتخونو ته ورتلل.
د جشن پر شپه یې حضرت ابراهیم ته هم بلنه ورکړې وه، چې په مراسمو کې ورسره ګډون وکړي؛ خو حضرت ابراهیم چې د بوتانو دړي وړي کولو او خلکو ته د ذهني جټکې ورکولو د فرصت په تمه و، د بابل د خلکو له دودونو سره سم، چې ستوري یې پخپل برخلیک کې اغېزمن ګڼل، ستوریو ته په کتو یې داسې وبرېښول، چې د ستوریو حالات خو داسې وايي، چې که له ښاره ووتم؛ نو رنځور به شم؛ نو خلک هم قانع شول او له خپل ټینګاره لاس پر سر شول.
څرګنده ده، چې ابراهیم علیه السلام په خپله ستوریو ته پر داسې ونډه قایل نه و؛ خو د خلکو قانع کولو ته یې له هغه څه کار واخست، چې خلکو ته ټولمنلې وه؛ لکه څنګه یې چې الله لمانځنې ته د هغوی د بلنې لپاره، داسې وبرېښول چې د هغوی په څېر ستورلمانځی شوی او بیا له دې ګروهې کرکه کوي[18].
پېغامونه:
1- په تبلیغ کې دې له هرې ډلې سره د هغوی په خپله ژبه خبرې وشي. (هغوی چې د ستوریو پر اغېزمنتیا ګروهه لري، باید د همغوی په لیدلوري ورسره خبرې وشي.) «فَنَظَرَ نَظْرَهً فِی النُّجُومِ فَقالَ»
2- حق لار ته د خلکو رابلنې او له باطل سره مبارزې ته نوونیز او اوختونیزې کړلارې پکار دي.(حضرت ابراهیم له خلکو سره له ښاره بهر ته له تګه ډډه وکړه او خپله کړلار یې پلی کړه، چې د بوتانو ماتول وو.) «فَقالَ إِنِّی سَقِیمٌ»
3- مؤمن دې ځیرمن او سترګور وي او له فرصتونو دې ګټنه وکړي. (فَنَظَرَ… فَقالَ)
4- انبیاء د الله تعالی له لوري اوږدمهاله کړلار لري،چې په مناسب فرصت کې یې پلي کوي. (په انبیاء سورت 57 آیت کې لولو:ابراهیم خلکو ته خبرداری ورکړ، چې په نشتون کې به مو بوتانو ته نقشه وکاږم. «تَاللّهِ لَأَکِیدَنَّ أَصْنامَکُمْ بَعْدَ أَنْ تُوَلُّوا مُدْبِرِینَ» هغه ژمنه پر داسې کړلار پلی شوه.)
5-د ټولنې دیني مشران دې د کږو فکري بهیرونو پر خلاف، په کارنده بڼه عمل وکړي، نه انفعالي او اغېزمن شوی او همداراز د حساب شوې نقشې له مخې دې دښمن د شوي کار په اړه هک اریان کړي. ( فَنَظَرَ… فَقالَ… فَراغَ)
6-پر دښمن د ګوزار لپاره له دودونو او ګروهو سره یې آشنايي پکار ده. (فَنَظَرَ… فَقالَ إِنِّی سَقِیمٌ)
7-د بوتلمانځنې نفې ته د انبیاوو منطق خورا څرګند، فطري او عقلي دي. «أَ لا تَأْکُلُونَ ما لَکُمْ لا تَنْطِقُونَ»
فَراغَ عَلَیْهِمْ ضَرْباً بِالْیَمِینِ«93» فَأَقْبَلُوا إِلَیْهِ یَزِفُّونَ«94»=نو په پټه يې په ښي لاس پر بوتانو زورور ګوزارونه وكړل (او بې له ستر بوته نور ټول يې دړې وړې كړل)؛ نو (مشركان چې له مېلې راستانه شول) په منډه یې ورمخه کړه.
قالَ أَ تَعْبُدُونَ ما تَنْحِتُونَ«95» وَ اللّهُ خَلَقَکُمْ وَ ما تَعْمَلُونَ«96»= (ابراهيم) وويل: (( ايا هغه څه لمانځئ، چې پخپله مو توږلي دي ؟! حال دا الله تاسې او (دا) څه چې کوئ (او جوړوئ)، پيدا كړي دي!))
قالُوا ابْنُوا لَهُ بُنْیاناً فَأَلْقُوهُ فِی الْجَحِیمِ«97»= (بوت لمانځو) وويل: ((يو ځاى (اورتون) ورجوړ كړئ او دا پكې ور وغورځوئ!))
فَأَرادُوا بِهِ کَیْداً فَجَعَلْناهُمُ الْأَسْفَلِینَ«98»=نو دوی وغوښتل، چې یوه دسيسه ورته جوړه كړي (او له منځه يې يوسي؛ خو) موږ دوى لاندې (او مغلوب) كړل.
ټکي:
* «راغ» په پټه په یوه څیز پسې ورتګ ته وايي. «یَزِفُّونَ» چټک او په بیړه حرکت ته وايي او«زفاف»،ورا/ په خوشحالۍ د ناوې وړلو مراسمو ته وايي.
* داچې حضرت ابراهیم سوګند کړی و، چې د بوتانو چاره به کوي، «تَاللّهِ لَأَکِیدَنَّ أَصْنامَکُمْ[19]» همدا چې ویې لیدل استدلال او موعظه اغېز نه کوي؛ نو پر هغه سوګند یې عمل وکړ او په یوازې ځان یې ټول بوتان مات کړل. «فَراغَ عَلَیْهِمْ ضَرْباً بِالْیَمِینِ»
الله تعالی هم ابراهیم علیه السلام په وفادارۍ وستایه. «إِبْراهِیمَ الَّذِی وَفّی[20]»
پېغامونه:
1-ټولې کړلارې دې څرګندې او په ښکاره نه وي، کله دې د مخالفینو له سترګو لرې یو عمل وشي. «فَراغَ»
2-له بدیومنع کول پړاوونه لري: که لومړی پړاو چې خبرې کول دي، اغېزمن نه شو، بل پړاو یې عمل دی. (فَراغَ عَلَیْهِمْ…)
3-له باطل سره مبارزه او د ټولنې سمونې ته ځواک پکار دی. «ضَرْباً بِالْیَمِینِ»
4- هر هنر ارزښت نه لري. (د بوتانو په جوړونه کې، بوت توږوونکیو هنرښودنه کړې وه؛ خو حضرت ابراهیم دړي وړي کړل. هو، د باطل پوزه دې پر خاورو وموږل شي، که څه باطل ته لګښتونه او هنرښودنې شوې وي. د شرک او خرافاتو مظاهر سپېڅلتیا نه لري). «ضَرْباً بِالْیَمِینِ»
۵-هم منطق پکار دی، هم ځواک.( ضَرْباً بِالْیَمِینِ… أَ تَعْبُدُونَ)
۶-هرڅه دې له توحید او توحیدي اندنې ورځار شي.(امام حسین ورځارېږي، چې طاغوت پر خلکو واکمن نه وي؛ د انبیاوو ټول زحمتونه او ان ځانونه یې پر توحید ورځار شول، دلته هم حضرت ابراهیم پر خطرناک چار لاس پورې کړ، چې د بوت لمانځنې ټغر ورټول کړي.) (فَراغَ عَلَیْهِمْ… قالُوا ابْنُوا لَهُ بُنْیاناً)
7-تمه مه لرئ، چې سپېړه خوړلي دښمنان دې ارام کېني، بوت نمانځي په بیړه په حضرت ابراهیم پسې ورغلل. «فَأَقْبَلُوا إِلَیْهِ یَزِفُّونَ»
8-بندي کېدنه، د پېغمبرانو د تبلیغ مخنیوونکې نه ده. (حضرت ابراهیم یې ونیو او وپوښتل شو: ولې دې بوتان مات کړل؟ هغه پر توحیدي بلنې لاس پورې کړ:) «أَ تَعْبُدُونَ ما تَنْحِتُونَ»
9-د انسان په لاس جوړ شوی، د انسان د عبادت وړ نه دی. «أَ تَعْبُدُونَ ما تَنْحِتُونَ»
10- د انسان په لاس جوړ شوي، هم په حقیقت کې د الله تعالی پنځېدلي دي. «خَلَقَکُمْ وَ ما تَعْمَلُونَ»
11-بوت نمانځي سم منطق او استدلال نه لري؛ نوځکه مشرکان زور ته لاس اچوي. «فَأَلْقُوهُ فِی الْجَحِیمِ»
12- تعصب او تحجر داسې ځای ته رسي،چې د ابراهیم علیه السلام په څېر معصوم پېغمبر چې بیان، معجزه او علم لري، د یو موټی ډبرو، لرګیو او جماد په پار په سوځېدو محکومېږي. «فَأَلْقُوهُ فِی الْجَحِیمِ»
13- که پر خپله دنده عمل وکړو؛ الله تعالی به پخپله د دښمن د نقشو ځواب ورکړي. «فَأَرادُوا بِهِ کَیْداً فَجَعَلْناهُمُ الْأَسْفَلِینَ»
14-د الله تعالی اراده، پر طبیعي لاملونو واکمنه ده. «فَجَعَلْناهُمُ الْأَسْفَلِینَ»
وَ قالَ إِنِّی ذاهِبٌ إِلی رَبِّی سَیَهْدِینِ«99»= (ابراهیم له دې پېښې روغ رمټ راووت) او ويې ويل: ((په حقيقت کې خپل پالونكي ته ورروان يم،چې ژر به لار راوښيي.
رَبِّ هَبْ لِی مِنَ الصّالِحِینَ«100» فَبَشَّرْناهُ بِغُلامٍ حَلِیمٍ«101»= پالونكيه! صالح اولاد راكړه،)) نو موږ هغه ته د صبرناک زلمي زېرى وركړ.
فَلَمّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ قالَ یا بُنَیَّ إِنِّی أَری فِی الْمَنامِ أَنِّی أَذْبَحُکَ فَانْظُرْ ما ذا تَری قالَ یا أَبَتِ افْعَلْ ما تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِی إِنْ شاءَ اللّهُ مِنَ الصّابِرِینَ«102»= نو چې (زوى د كار او) كوښښ (عمر) ته ورسره ورسېد (ابراهيم ورته) وويل: ((يه زويکه! په حقيقت كې! په خوب كې (داسې) وینم، چې تا حلالوم!؛ نو ستا څه خیال دى؟)) (اسماعيل) وويل: (( پلاره! څه چې درته امر كېږي، هماغه وكړه، كه الله وغواړي (؛ نو) ما به له زغمونكيو ځنې ومومې.))
ټکي:
* حضرت علي کرم الله وجهه وايي: د الله تعالی پر لوري له ورتګه د حضرت ابراهیم مراد، د عبادت او هڅې له لارې الله ته پاملرنه ده[21]. هو،د هر حرکت ارزښت یې په هغه مقصد کې دی، چې پر لوري یې کېږي. «ذاهِبٌ إِلی رَبِّی»
* په شعراء سورت 83 آیت کې، ابراهیم له الله غواړي چې پخپله له صالحانو سره یوځای شي او دلته صالح اولاد غواړي.
* په ټولو انبیاوو کې یوازې حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل په حلم او زغم ستایل شوي دي. «إِنَّ إِبْراهِیمَ لَأَوّاهٌ حَلِیمٌ[22]»، «بِغُلامٍ حَلِیمٍ»
* په قرآن کې ډول ډول خوبونه نقل شوي، چې په ویښه کې یې تعبیر، د روح د خپلواکۍ او له غیبي چارو سره یې اړیکه راښيي؛ لکه:
الف)د یوسف علیه السلام خوب چې یوولس ستوري، له لمر و سپوږمۍ سره ورته سجده کوي.
ب)د مصر د واکمن خوب، چې اووه ډنګرې غواوې، اووه څربه غواوې خوري.
ج)د مصري بندیانو خوب، چې حضرت یوسف ورتعبیر کړ.
د)د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله خوب چې مسلمانان مسجد الحرام ته ورننوځي.
ه)د حضرت ابراهیم خوب چې خپل زوی ذبح کوي.
پېغامونه:
1-الهي وګړي نه ډپ کېږي او پر الله تعالی په توکل او ورته په پاملرنې خپله لار مومي. «ذاهِبٌ إِلی رَبِّی سَیَهْدِینِ»
2-د الله تعالی ربوبیّت د لار پرانستنې لامل دی. «رَبِّی سَیَهْدِینِ»
3-د الله تعالی پر لار ګام واخلئ او پر پېرزوینو یې ډاډمن ووسئ. «سَیَهْدِینِ» (ستا حرکت او د الله برکت)
4- صالح اولاد یو الهي نعمت/هبه دی، چې انبیاوو یې غوښتو ته دعاوې کولې. «هَبْ لِی مِنَ الصّالِحِینَ»
5-په اولاد کې صالحتوب یې چورلیځ دی، نه نورې چارې. «هَبْ لِی مِنَ الصّالِحِینَ»
6- صالح اولاد، د الله تعالی پر لوري د کورنۍ په یون کې غوره مرستیال دی. ( ذاهِبٌ إِلی رَبِّی… رَبِّ هَبْ لِی مِنَ الصّالِحِینَ)
7-د صالح اولاد یوه نښه داده، چې په کار او هڅه کې د پلار مرسته کوي. «مَعَهُ السَّعْیَ»
8-د انبیاوو د خوب لیدو حساب له نورو سره جلا دی، په تېره په هغه ځای کې چې خوب تکرارېږي. «أَری فِی الْمَنامِ» (د انبیاوو خوب لیدل، د وحې یو انځور دی، په روایتونو کې هم راغلي دي:«رؤیا الانبیاء وحې[23]))
9-په کورنۍ کې دې له اولادونو سره د پلار خبرې اترې عاطفي او محترمانه وي. «یا بُنَیَّ، یا أَبَتِ»
10- د الله تعالی په لار کې دې له ټولو زړه تړنو، ان پر اولاد له زړه تړنې هم لاس واخستل شي.(هغه زوی چې یوه پېړۍ ورته په تمه و او په دعا او تضرع یې له الله غوښتی و؛ نو اوس یې چې وده کړې، زلمی شوی او د بوډا پلار مټ شوی ، باید په خپل لاس یې ذبح کړي) (أَنِّی أَذْبَحُکَ…)
11-اولادونو ته د شخصیت او ودې ورکونې په پار، ورسره مشوره کوئ او نظر یې پوښتئ. «فَانْظُرْ ما ذا تَری»
12-د چمتووالي په څومره والي د پوهېدو لپاره، له خلکو نظر غوښتنه، ان په څرګندو چارو کې هم یو ګټور کار دی. (حضرت ابراهیم په خپل ماموریت کې شک نه درلود؛ خو بیا یې هم له حضرت اسماعیل سره مسله اوڅار کړه) «فَانْظُرْ ما ذا تَری»
13- د انسان د ژوند سرټکی، د سرښندنې او فداکارۍ پېر دی. ( حضرت اسماعیل د وړوکتوب، تنکۍ ځوانۍ (زلمیتوب)، ځوانۍ او پوخمنګۍ عمر تېر کړ، خو غوړېدا یې په زلمیتوب او تنکۍ ځوانۍ کې وه، چې پلار ته یې وویل: «یا أَبَتِ افْعَلْ ما تُؤْمَرُ» او ښايي په همدې پار یې د « بشرناه بطفل» پر ځای وویل: « فَبَشَّرْناهُ بِغُلامٍ» یعنې د ده د فداکارۍ، ایثار او سرښندنې د پېر نامه یې اخستې ده)
14- مؤمن، الله تعالی ته تسلیم دی او د احکامو په اړه یې پلمې نه راوړي. «یا أَبَتِ افْعَلْ ما تُؤْمَرُ» حال داچې اسماعيل خپل پلار ته ویلای شول:
الف)دا خو خوب دی، نه ويښتیا.
ب)د اولاد وژنه حرامه ده.
ج)امر، سملاسیتوب نه راښيي؛ نو لږ صبر وکړه.
د)امر ارشادي دی، نه مولوي،سپارښتنه ده، نه واجب.
15-کشران دې مشران الهي چارو ته وهڅوي. «یا أَبَتِ افْعَلْ ما تُؤْمَرُ»
16-د چارو ترسره کولو ته انګېزې مو لوړې کړئ. (حضرت اسماعیل نه وايي: «اذبحنی،اقتلنی» چې پلار ته یې سخته وي؛ بلکې وايي: «افْعَلْ ما تُؤْمَرُ» الهي حکم چې درته شوی و یې کړه.)
17-پر دنده عمل کول، صبر او پایښتي غواړي او صبر دې له الله تعالی وغوښتل شي.«سَتَجِدُنِی إِنْ شاءَ اللّهُ مِنَ الصّابِرِینَ»
18- صبر، زغم او پراخه سینه د صالحانو ځانګړنه ده. «الصّالِحِینَ – مِنَ الصّابِرِینَ»
19-د اسماعیل علیه السلام صبر، هماغه پر حلم یې د الله تعالی ژمنه ده. (بِغُلامٍ حَلِیمٍ… مِنَ الصّابِرِینَ)
20- خپل کمالات له الله تعالی ځنې وګڼئ؛ نه له ځانه. «إِنْ شاءَ اللّهُ مِنَ الصّابِرِینَ»
21- په چارو کې «ان شاءاللّه» وویاست. «سَتَجِدُنِی إِنْ شاءَ اللّهُ مِنَ الصّابِرِینَ»
فَلَمّا أَسْلَما وَ تَلَّهُ لِلْجَبِینِ«103» وَ نادَیْناهُ أَنْ یا إِبْراهِیمُ«104»= نو چې دواړو (دې کار ته) غاړه كېښووله او زوى يې پړمخې څملاوه، او موږ ورغږ كړ: ((ابراهيمه!
قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْیا إِنّا کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ«105»= په يقين تا (خپل) خوب رښتيا كړ (او خپله دنده دې ترسره كړه))) بېشكه موږ نېكانو ته دغه شان بدله وركوو.
إِنَّ هذا لَهُوَ الْبَلاءُ الْمُبِینُ«106»= په رښتيا دا يوازې يو څرګند ازمېښت و؛
ټکي:
* «تَلَّهُ»؛ یعنې په خاورو کې یې سملاوه.«جبین» د څېرې او ټنډې په مانا دی.
* پلار او زوی (حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل) چې الهي حکم پلي کولو ته خپل چمتووالی څرګند کړ او حضرت ابراهیم خپل زوی پړمخ سملاوه؛ نو غږ ورغی: موږ د اسماعیل سر غوڅول درڅخه نه غوښتل؛ خو د الله په لار کې له زویه ستا پرې کول غوښتل، چې زباد دې کړل.
د نیت او انګېزې ارزښت
د قرآن په فرهنګ او د اهل بیتو په ښوونځي کې، د کړنې نیت او انګېزې ته آریزه بیه ورکړه شوې ده، ان د خیر کار ته د مؤمن نیت یې تر کولو ارزښتمن ګڼل شوی دی.«نیه المؤمن خیر من عمله[24]» ډېر نه ترسره شوي کارونه د ښه او رغنده نیت په پار ستایل شوي او پر ډېری کارونو د منفي انګېزو په پار نیوکه شوې ده.
اوس هغو چارو ته اشاره کوو، چې ترسره شوي نه دي؛ خو ستایل شوي او ثواب یې ورکول شوی دی:
*د خپل زوی قرباني کولو ته د حضرت ابراهیم اقدام. «قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْیا»
*حضرت اویس قرني، د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله لیدو ته مدینې ته ورغی؛ خو سره له دې چې د پېغمبر اکرم په لیدو بریالی نشو؛ خو زیارت یې ومنل شو.
*د پېغمبراکرم (ص) ځینو یارانو غزا ته د تګ لپاره سپرلۍ نه درلوده؛ نو ژړغوني او خپه وو[25].
*هغه وګړي چې الله تعالی یې بدۍ پر نېکیو اړولې دي. «یُبَدِّلُ اللّهُ سَیِّئاتِهِمْ حَسَناتٍ[26]»
* هغوی چې له اهلبیتو سره په مینه کې له دنیا تللي دي؛ نو د شهید ثواب ترلاسه کوي.«من مات علی حب آل محمد مات شهیدا[27]»
*هغوی چې د کړنو څو ګرایه ثواب یې ورکول کېږي. «أَضْعافاً مُضاعَفَهً»
اوس هغو نېکو کړنو ته اشاره کوو، چې نیوکه پرې شوې ده:
*هغه چارې چې په فاسد نیت او له ریا او عجب سره وي. (اَلَّذِینَ هُمْ یُراؤُنَ… فَوَیْلٌ لِلْمُصَلِّینَ[28])
* هغه د خیر کار چې ترڅنګ یې یو فاسد عمل ترسره شوی وي؛ د بېلګې په توګه، هغه صدقه چې ترڅنګ یې منت وي. «لا تُبْطِلُوا صَدَقاتِکُمْ بِالْمَنِّ وَ الْأَذی[29]»
*د هغوی چارې چې قرآن یې په اړه وايي: هغوی ګومان کوي چې ارزښتمن دي او کار یې ښه دی. «یَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ یُحْسِنُونَ صُنْعاً[30]»
پېغامونه:
1-هغه کار ستاینوړ دی، چې له تسلیم او خوښۍ سره وي. «أَسْلَما وَ تَلَّهُ»
2-مانیزو کمالاتو ته په رسېدو کې، یو ځوان هم کولای شي، ځان د بوډا اولیاوو برید ته ورسوي. «أَسْلَما»
3-د واقعي تسلیموالي نښه، بې ځنډه عمل دی.( فَلَمّا أَسْلَما وَ تَلَّهُ…)
4-پر لاروۍ صبر، انسان د الله تعالی حکم ته تسلیموي.( مِنَ الصّابِرِینَ… أَسْلَما وَ تَلَّهُ)
5- الهي احکام کله د ازمېینې لپاره وي.(موږ غوښتل چې ته زړه ترې پرې کړې، نه داچې د اسماعیل وینه تویه شي). «قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْیا»
6-تر کړنې مهم یې، کړنې ته هوډ او تسلیمېدل دي. «قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْیا»
7-الهي پېرزوینې قانونمندې دي، نه خوشې او بې حسابه. «کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ» (څوک چې د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل په څېر الله تعالی ته تسلیم وي، الهي ثوابونه او انعامونه به لاس ته راوړي).
8- هغوی چې د الله تعالی په لار کې له اولاده لاس اخلي؛ په هماغه اولاد بدله ورکول کېږي.( حضرت ابراهم له حضرت اسماعیل نه لاس واخیست، چې پلار ته ستون شو) «کَذلِکَ نَجْزِی»
9- نېکچاري یوازې د مال په ورکړه نه ده، د الله تعالی په لار کې د اولاد ورکړه، نېکچاري ده. « الْمُحْسِنِینَ»
10-له اولاده لاس اخستل، خورا ستونزمنه الهي ازمېینه ده.( په دې ازمېینه کې د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل د ایمان درجه راڅرګنده شوه.) «الْبَلاءُ الْمُبِینُ»
وَ فَدَیْناهُ بِذِبْحٍ عَظِیمٍ«107» وَ تَرَکْنا عَلَیْهِ فِی الْآخِرِینَ«108»= او موږ دهغه پرځاى په فديه [بدل او تاوان] کې یوه ستره قرباني ومنله. او په راتلونكيو (نسلونو) كې مو (نېكنامی) پرېښود.
سَلامٌ عَلی إِبْراهِیمَ«109» کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ«110» إِنَّهُ مِنْ عِبادِنَا الْمُؤْمِنِینَ«111»= پر ابراهيم سلام! نېكانو ته دغسې بدله وركوو. (ځکه) چې هغه زما له مؤمنو بندګانو ځنې و.
وَ بَشَّرْناهُ بِإِسْحاقَ نَبِیًّا مِنَ الصّالِحِینَ«112»= او موږ د اسحق زېرى وركړ، چې د صالحانو (په شمېر كې) يو پېغمبر و.
وَ بارَکْنا عَلَیْهِ وَ عَلی إِسْحاقَ وَ مِنْ ذُرِّیَّتِهِما مُحْسِنٌ وَ ظالِمٌ لِنَفْسِهِ مُبِینٌ«113»= او موږ هغه او اسحق ته بركت وركړ او د دغو دواړو له اولادې (ځينې) نېكان دي او (ځينې) ښكاره پر ځان ظلم كوي.
ټکي:
* د «فداء» او«فدیه» کلمې د بلا تمبولو پر مانا دي.
* الله تعالی ژمنه وکړه، چې د حضرت ابراهیم نېکه نامه په تاریخ کې پاتې شي «وَ تَرَکْنا عَلَیْهِ فِی الْآخِرِینَ».د حج ټول مناسک، د کعبې له طوافه نیولي تر د «ابراهیم مقام» شاته لمونځ او د هغه له ځوځاته پېغمبران؛ دا ټول په تاریخ کې د هغه د نېکې نامې د پاتېدو بېلګې دي.
پېغامونه:
1-په دیني فرهنګ کې، د څاروي ذبح کول، د خطر لرې کولو ته اغېزمن دي. «وَ فَدَیْناهُ بِذِبْحٍ عَظِیمٍ»
2- قرباني کول یو ابراهيمي سنت دی. «بِذِبْحٍ عَظِیمٍ»
3-یو نږه څرک، پر یوه ستر تاریخي بهیر بدلېږي. «بِذِبْحٍ عَظِیمٍ» هر کال په سلګونو زره پسونه، غوایان او اوښان د حضرت اسماعیل په بلهارځي کې د ده په یاد قرباني او حلالېږي.
4-د نېکې نامې پاتېدنه، الهي وګړیو ته یوه الهي پېرزوینه ده. (وَ تَرَکْنا…)
5- له الله تعالی سره معامله ابدي ګټه لري. «وَ تَرَکْنا عَلَیْهِ فِی الْآخِرِینَ»
6- الله تعالی انبیاوو ته سلام کوي. «سَلامٌ عَلی إِبْراهِیمَ»، «سَلامٌ عَلی نُوحٍ فِی الْعالَمِینَ[31]»، «سَلامٌ عَلی مُوسی وَ هارُونَ[32]»؛ البته د اسلام پر پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم هم الله تعالی او هم پرښتې درود وايي او هم مؤمنانو ته پرې د درود حکم شوی دی:إِنَّ اللّهَ وَ مَلائِکَتَهُ یُصَلُّونَ عَلَی النَّبِیِّ…[33]
7-نېکچاریو ته انعام ورکول، الهي کړلار او دود دی. «کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»
8- ابراهیم علیه السلام نېکچاریو ته بېلګه ده. «نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»
9- ابراهیم علیه السلام نېک ځوځات درلود، په دعا کې لولو: پالونکیه! لکه څنګه چې دې هغه ته برکت ورکړ، محمد او آل محمد ته هم برکت ورکړه. «بارَکْنا عَلَیْهِ وَ عَلی إِسْحاقَ»
10- ایمان او احسان یو له بله جلا نه دي.( اَلْمُحْسِنِینَ… اَلْمُؤْمِنِینَ)
11-د اولاد ارزښت یې په صالح توب کې دی. «وَ بَشَّرْناهُ بِإِسْحاقَ نَبِیًّا مِنَ الصّالِحِینَ»
12-د اولاد نا اهلېدل، ان د پېغمبرانو په کورنیو کې هم شوني دي. (وَ مِنْ ذُرِّیَّتِهِما… ظالِمٌ لِنَفْسِهِ…) هو، نسبي اړیکه د هرومرو ښیونېدو یا ورکلارېدو دلیلېدای نشي.(شونې ده پلار یې پېغمبر او زوی یې کږلاری وي).
وَ لَقَدْ مَنَنّا عَلی مُوسی وَ هارُونَ«114» وَ نَجَّیْناهُما وَ قَوْمَهُما مِنَ الْکَرْبِ الْعَظِیمِ«115» وَ نَصَرْناهُمْ فَکانُوا هُمُ الْغالِبِینَ«116»= او په يقين موږ پر موسى او هارون احسان وكړ. او موږ دواړه او قوم يې له لوى کړاوه وژغورل؛ او موږ د دوی مرسته وكړه، چې پر خپلو دښمنانو بريالي شول.
وَ آتَیْناهُمَا الْکِتابَ الْمُسْتَبِینَ«117» وَ هَدَیْناهُمَا الصِّراطَ الْمُسْتَقِیمَ«118» وَ تَرَکْنا عَلَیْهِما فِی الْآخِرِینَ«119»= او موږ دواړو ته څرګندوى كتاب وركړ؛ او موږ دواړو ته سمه لار وښووله. او موږ په راتلونكيو (نسلونو) كې د دواړو (نېكنامي) پرېښووه.
پېغامونه:
1- د تېرو پېغمبرانو د الهي پېرزوینو یادونه، د مکې په سختو شرایطو کې پېغمبر اکرم او مؤمنانو ته ډاډ، ټکور، تسل او هیلمني ده. «وَ لَقَدْ مَنَنّا»
2-د روحي دباوونو لرې کېدل، یو ستر الهي نعمت دي.( مَنَنّا…نَجَّیْناهُما… مِنَ الْکَرْبِ الْعَظِیمِ)
3-الهي وګړي هغه مهال له خپګان او اندېښمنۍ خلاصېږي، چې قوم یې هم هوسا وي. «وَ نَجَّیْناهُما وَ قَوْمَهُما مِنَ الْکَرْبِ الْعَظِیمِ»
4-پر هغه چې د الله تعالی پېرزوېنه وشي، هرومرو به بریالی شي.«نَصَرْناهُمْ فَکانُوا هُمُ الْغالِبِینَ»
5-لومړی له طاغوته خلاصون، بیا کتاب او د الله تعالی لارې ته بلنه. (نَجَّیْناهُما… آتَیْناهُمَا الْکِتابَ الْمُسْتَبِینَ وَ هَدَیْناهُمَا)
6-د تورات او نورو آسماني کتابونو پېغام او مضامین خورا روښانه او ټولو ته د پوهاوي وړ دي. «الْکِتابَ الْمُسْتَبِینَ»
7-د دین په تبلیغ پورې اړوند خبرې او لیکنې دې روښانه او روښانوونکې وي.«الْکِتابَ الْمُسْتَبِینَ»
8-ان انبیاء هم الهي لارښوونې ته اړمن دي. «هَدَیْناهُمَا الصِّراطَ الْمُسْتَقِیمَ»
9-نېکه نامه، په دنیا کې یو الهي انعام دی. «تَرَکْنا عَلَیْهِما فِی الْآخِرِینَ» ددې سورت په ۷۸ آیت کې حضرت نوح په نېکه نامه، په ۱۰۷ آیت کې حضرت ابراهیم او په ۱۱۹ آیت کې حضرت موسی او هارون علیهما السلام په نېکه نامه ستایل شوي دي.
سَلامٌ عَلی مُوسی وَ هارُونَ«120» إِنّا کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ«121» إِنَّهُما مِنْ عِبادِنَا الْمُؤْمِنِینَ«122»= سلام پر موسى او هارون! په رښتيا موږ نېكانو ته دغسې بدله وركوو؛ (ځكه) هغه دواړه زموږ له مؤمنو بندګانو ځنې ول.
ټکي:
* په دې سورت کې چې چېرې یې ویلي: انبیاوو ته مو نېکه نامه پرېښې ده، درېیو عنصرو ته یې اشاره کړې ده:1.احسان 2.ایمان 3.عبادت. «إِنّا کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ إِنَّهُما مِنْ عِبادِنَا الْمُؤْمِنِینَ»
پېغامونه:
1-الهي وګړي ژوندي دي او سلامونه تر لاسه کوي.( سَلامٌ عَلی…)
2-نورو ته په درناوي کې دې د مراتبو لړۍ وساتل شي. (لومړی پر موسی سلام او بیا پر هارون)
3-پر کوشني د سترو سلام عیب نه دی. (الله تعالی خپل مخلوق ته سلام کوي).
4-د دین تبلیغ او د الهي معارفو ښوونه یو ډول احسان دی. ( مُوسی وَ هارُونَ… اَلْمُحْسِنِینَ)
5- حضرت موسی او حضرت هارون علیهما السلام د نېکچاریو بېلګې دي. «نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»
6- پر نېکچاریو الهي پېرزوینې، یو قانون او بهیر دی. «کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»
7-د نېکچاریو هڅونه، سنبالنې او مدیریت ته یوه پکار چاره او یو الهي قانون دی. «کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»
8-ایمان او احسان یو له بله جلا نه دي. «الْمُحْسِنِینَ – اَلْمُؤْمِنِینَ»
9-د الهي پېرزوینو د لاس ته راوړو لار، پر هغه ایمان او بندګي یې ده. «مِنْ عِبادِنَا الْمُؤْمِنِینَ»
وَ إِنَّ إِلْیاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ«123» إِذْ قالَ لِقَوْمِهِ أَ لا تَتَّقُونَ«124» أَ تَدْعُونَ بَعْلاً وَ تَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخالِقِینَ«125»= او په يقين الياس (زموږ) له استازيو ځنې و؛ (درياد كړه) چې خپل قوم ته یې وويل: ((ايا پرهېزګاري نه کوئ؟! ايا ((بعل)) [بوت] رابلئ (او لمانځئ) او د غوره پيدا كوونكي (لمانځنه) پرېږدئ؟!
اَللّهَ رَبَّکُمْ وَ رَبَّ آبائِکُمُ الْأَوَّلِینَ«126» فَکَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ«127» إِلاّ عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ«128»= [يعنې] الله چې ستاسې او ستاسې د نيكونو پالونكى دى!)) نو هغه یې دروغجن وګاڼه؛ نوځکه دوى ټول به (الهي محکمې) ته راوستل شي! خو بې د الله له ساهو بندګانو.
وَ تَرَکْنا عَلَیْهِ فِی الْآخِرِینَ«129»= او موږ په روستيو (امتونو) كې دهغه (د ښو ياد) پرېښود.
ټکي:
* د«بعل» کلمه مېړه ته ویل کېږي. بوت نمانځو خپلو ځینو بوتانو ته چې غوره یې ګڼل، بعل وایه.
پېغامونه:
1- د پېغمبرانو نامې، یاد او زحمتونه یې هېر نه کړو او د ژوند له تاریخه او له مخالفانو او لارویانو سره یې له چلندوده عبرت واخلو. «إِنَّ إِلْیاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ»
2-د پېغمبرانو بعثت یو الهي قانون دی. «لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ»
3- تقوا د انبیاو د بلنې او ټولو کمالاتو سرټکی دی. «أَ لا تَتَّقُونَ»
4-هغه چې تقوا ولري، بې منطقه ګروهې پرېږدي. «أَ لا تَتَّقُونَ أَ تَدْعُونَ بَعْلاً»
5-د الله تعالی او بوت ترمنځ پرتلنه، هر ویده وجدان راویښوي. «أَ تَدْعُونَ بَعْلاً وَ تَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخالِقِینَ»
6- پر هستۍ، احسن نظام واکمن دی. «أَحْسَنَ الْخالِقِینَ»
7- غوره پنځوونکی ستاینوړ دی. «تَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخالِقِینَ»
8-نږه عبودیت په قیامت کې له الهي پوښتنې ګروېګنې او عذابه د خلاصون لامل دی.«فَإِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ إِلاّ عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ»
سَلامٌ عَلی إِلْ یاسِینَ«130» إِنّا کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ«131» إِنَّهُ مِنْ عِبادِنَا الْمُؤْمِنِینَ«132»= پر الياسين دې سلام وي! بېشکه موږ نېكانو ته دغسې بدله وركوو. (ځكه) هغه زموږ له مؤمنو بندګانو ځنې و.
ټکي:
له «إِلْ یاسِینَ» نه مراد هماغه «الیاس» دی، چې څو آیتونه مخکې یې په اړه خبره وه او دا دواړه کلمې د یوه سړي نامې دي؛ لکه «سینا» او«سینین»، چې د یوې سیمې نامه ده. دې مطلب ته غوره دلیل دادی: لومړی داچې په راتلونکیو آیتونو کې ورته مفرد ضمیر کارېږي: «إِنَّهُ مِنْ عِبادِنَا» او دویم داچې، ددې آیتونه ورته والی او د تېرو پېغمبرانو؛ یعنې حضرت نوح،ابراهیم، موسی و هارون علیهم السلام په اړه یې تکرار راښيي، چې په «سَلامٌ عَلی إِلْ یاسِینَ» کې له «إِلْ یاسِینَ» مراد، هماغه «الیاس» په «إِنَّ إِلْیاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ» کې دی.
* هغه روایتونه ډاډمن نه دي، چې «إِلْیاسِینَ» یې «آل یاسین» قرائت کړی او مراد یې ترې نبوي کورنۍ ګڼلې دخ.
*په دې سورت کې د «إِنّا کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ» تکرار، له انبیاوو سره همغږۍ او هڅونې ته ده، چې دوی په محسنین یاد شوي دي.
پېغامونه:
1- پېغمبرانو، اولیاوو او مشرانو ته سلام دې له الله تعالی زده شي. «سَلامٌ عَلی إِلْ یاسِینَ»
2- نېکچاریو ته ورکړه او پرې پېرزوینه یو الهي قانون دی، چې تل جریان لري.«کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»
3-له ایمان او بندګۍ سره مل احسان، د الله تعالی له لوري د سلام د لاس ته راوړو کچه ده.(سَلامٌ عَلی… اَلْمُحْسِنِینَ… عِبادِنَا الْمُؤْمِنِینَ)
4-څوک چې د الیاس په څېر یو دیني مبلغ وي، له محسنانو ځنې به وي او د الهي انعامونو لاس ته راوړونکی به وي. ( إِلْیاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ… سَلامٌ عَلی إِلْ یاسِینَ… اَلْمُحْسِنِینَ)
وَ إِنَّ لُوطاً لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ«133» إِذْ نَجَّیْناهُ وَ أَهْلَهُ أَجْمَعِینَ«134»= او البته لوط (هم زموږ) له استازيو ځنې و، (دريادكړه) هغه وخت، چې موږ دی او ټوله كورنۍ يې وژغورله،
إِلاّ عَجُوزاً فِی الْغابِرِینَ«135» ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِینَ«136»= خو بې له یوې بوډۍ، چې په پاتېدونكيو كې وه (او دهغوی پر برخليك اخته شوه). بيا مو نور ټول هلاك كړل!
وَ إِنَّکُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَیْهِمْ مُصْبِحِینَ«137» وَ بِاللَّیْلِ أَ فَلا تَعْقِلُونَ«138»= او البته هر سهار یې پر (ورانو مېنو) تېرېږئ، او (همداراز) ماښام هم؛ نو ايا له عقله كار نه اخلئ؟!
ټکي:
* «غابر» د پاتې شوې په مانا دی؛ لکه څنګه چې «غبار» هم د خاورې پاتې شوني دي.
* «عجوز» هغه بوډۍ ته وايي، چې له کار او هڅې بېوسې وي.
* د «دَمَّرْنَا» کلمه له «تدمیر» اخستل شوې او د هلاکولو په مانا ده.
*د لوط قوم ویجاړه شوې سیمه، په صدر اسلام کې د حجاز او شام په لویه لاره کې پرته وه، چې قافلې او کاروانیان به پرې هر سهار و ماښام تېرېدل.
*نادیني ارواپوهان د انسان وګړې پېژندنې ته د یو لړ لاملونو نامې اخلي، چې په جبري توګه یې انسان تر اغېز لاندې راوړل کېږي؛ لکه چې وايي: ((ټولنیز یا وټیز نظام انسان سازی دی)).
خو اسلام د سازونې چورلیځ د انسان اراده ګڼي؛ نه پرې له بهره واکمن شرایط؛ لکه څنګه چې د فرعون مېرمن، د فرعون پر دسترخوان کېناسته، په ماڼۍ کې یې ژوند کاوه؛ خو پوټی هم ترې اغېزمنه نه شوه او اپوټه یې د حضرت لوط او حضرت نوح مېرمنې، چې ددې دوو پېغمبرانو په کورونو کې وسېدې؛ خو پر بله لار ولاړې.
پېغامونه:
1-د انبیاوو له کړاو او درد ډک تاریخ سره آشنایي، د اسلام د پېغمبر او مؤمنانو د ټکور، تسل او ډاډ لامل دی.«وَ إِنَّ لُوطاً لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ»
2- الله تعالی هر کس ته په خپل ځای کې ثواب او سزا ورکوي.( نَجَّیْناهُ… إِلاّ عَجُوزاً)
3-فیزیکي تړاو، د خلاصون لامل نه دی، اندیز تړاو پکار دی. «إِلاّ عَجُوزاً»
4- د انبیاوو حساب یې له مېرمنو جلا دی.( نَجَّیْناهُ… إِلاّ عَجُوزاً)
5-د انبیاوو اهلبیت یې اندیز او عملي لارویان دي، نه کورنۍ یې. «نَجَّیْناهُ وَ أَهْلَهُ أَجْمَعِینَ إِلاّ عَجُوزاً»
6-که مانیزه وده نه وي؛ نو د پېغمبر مېرمن هم له نورو وګړیو سره پوټی توپیر نه لري.«فِی الْغابِرِینَ»
7-ژغورنه او هلاکت، د الله تعالی په لاس کې دي. «نَجَّیْناهُ – دَمَّرْنَا»
8-د لرغونیو آثارو او ویجاړو شویو ترڅنګ ساده او بې پاملرنې مه تېرېږئ. «أَ فَلا تَعْقِلُونَ»
9-د لوط قوم تاریخ ټولو ته عبرت دی. «أَ فَلا تَعْقِلُونَ»
وَ إِنَّ یُونُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ«139» إِذْ أَبَقَ إِلَی الْفُلْکِ الْمَشْحُونِ«140» فَساهَمَ فَکانَ مِنَ الْمُدْحَضِینَ«141»= او په يقين يونس (زموږ) له استازيو ځنې و. (درياد كړه) هغه وخت، چې (د خلكو او بار) ډكې بېړۍ ته وروتښتېد؛ نو (يونس د بېړۍ له سپرليو سره) پچه واچوله؛ نو (پچه د يونس په نامه راووته او) دی پړ وخوت (چې په سمندر کې يې وروغورځوي).
فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَ هُوَ مُلِیمٌ«142» فَلَوْ لا أَنَّهُ کانَ مِنَ الْمُسَبِّحِینَ«143» لَلَبِثَ فِی بَطْنِهِ إِلی یَوْمِ یُبْعَثُونَ«144»= (په سمندر كې یې ور واچاو؛) نو يوه (لوى) كب ونغړود او ځان يې پړ ګاڼه؛ نو كه دی له ستايونكيو ځنې نه واى، نو هرومرو به (د خلكو) د بيا راژوندي كېدو تر ورځې د كب په نس كې پاتې شوى و!
ټکي:
* «آبق»عبد، تښتېدلي مريي ته وايي، چې د خپل بادار له اجازې پرته تښتي. حضرت یونس، بې د الله تعالی له اجازې، خپل قوم پرېښود او مخ په بېدیا شو.
* «ساهم» له «سهم» ځنې اخستل شوی او پچې اچونې ته وايي. ویل کېږي: یو ستر کب/نهنګ د بېړۍ د تګ پر لار خنډ شو او ولیدل شول، چې که یو کس بلهار او ځار نشي؛ نو خطر به ټول مسافرین وګواښي؛ نو په پچه اچونې یې حضرت یونس د کب خولې ته ورواچاوه، چې خطر لرې شي.
* «مدحضین» له «ادحاض» اخستل شوی او د ښویولو په مانا دی او په دې ځای کې په پچه اچونه کې له ماتې او مغلوبیت نه کنایه ده.
* «حوت» کب ته ویل کېږي، که ستر وي که کوشنی؛ خو ډېری سترو کبانو ته کارېږي.
* که الله تعالی خپل استازي ته د وتو او له خلکو د لرېوالي حکم وکړي؛ نو لرېوالی یو ارزښت دی؛ لکه څنګه یې چې حضرت لوط ته وویل: (فَأَسْرِ بِأَهْلِکَ…[34]) ؛ خو که بې د الله تعالی له اجازې وي؛ نو داسې حرکت، ارزښت ضد او تېښته شمېرل کېږي. «أَبَقَ»
* کیسه دې لنډه،بېلابېله او ګټوره وي.په دې سورت کې د هر پېغمبر کیسې ته یوازې څو آیتونه راغلي دي.
*حضرت یونس د کم صبرۍ له کبله، له قومه وتښتېد؛ نو راتلونکیو پېغمبرانو ته بېلګه نه شوه او الله تعالی د اسلام پېغمبر ته وايي: د یونس په څېر مه وسه «لا تَکُنْ کَصاحِبِ الْحُوتِ»[35] او په دې سورت کې یې کیسه هم په پای کې راغلې ده.
پېغامونه:
1-د انبیاوو له تاریخ سره آشنایي، زموږ د نن لپاره زده کړه ده. «وَ إِنَّ یُونُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ»
2-د وګړیو ترمنځ پچه اچونه یو مشروع او مخینه لرونکی کار دی. «فَساهَمَ»
3-کله حیوانات د الله تعالی له لوري یو چار ترسره کولو ته ګومارل کېږي.«فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ»
4-له مسوولیته تېښته ستونزاواری نه دی.( حضرت یونس له خپل قومه ولاړ؛ خو حالات یې خراب شول). «فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَ هُوَ مُلِیمٌ»
5-په ژوند کې مو ځینې ستونزې، د خپل مسوولیت په ترسره کولو کې لنډون دی.( أَبَقَ إِلَی الْفُلْکِ… فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ)
6-کله کرښراکښنه- اولټیماټوم او سخته ګوتڅنډنه پکار ده.( فَلَوْ لا أَنَّهُ کانَ مِنَ الْمُسَبِّحِینَ…)
7-د شرایطو بدلون دې موږ له الله تعالی جلا نه کړي. «مِنَ الْمُسَبِّحِینَ»
8-د الله تعالی تسبیح، له کړاوونو د خلاصون لامل دی. حضرت یونس د کب په نس کې ویل: «سُبْحانَکَ إِنِّی کُنْتُ مِنَ الظّالِمِینَ[36]»، «کانَ مِنَ الْمُسَبِّحِینَ»
9-ځلنده مخینه، د خلاصون یوه وزله ده.(فرعون او حضرت یونس دواړو د اوبو په منځ کې منښته وکړه؛ خو فرعون ډوب شو او حضرت یونس راخلاص شو؛ ځکه هغه بدمخینی او دا ښه مخینی و). «الْمُرْسَلِینَ – اَلْمُسَبِّحِینَ»
10- د الله تعالی په اراده، انسان تر قیامته د کب په نس کې ژوندی پاتېدای شي. «لَلَبِثَ فِی بَطْنِهِ إِلی یَوْمِ یُبْعَثُونَ»؛ نو د حضرت امام مهدي د عمر اوږدوالی له هر ډول نټې او استعباده لرې دی.
فَنَبَذْناهُ بِالْعَراءِ وَ هُوَ سَقِیمٌ«145» وَ أَنْبَتْنا عَلَیْهِ شَجَرَهً مِنْ یَقْطِینٍ«146» وَ أَرْسَلْناهُ إِلی مِائَهِ أَلْفٍ أَوْ یَزِیدُونَ«147»= نو (په هر حال! موږ وژغوره او) موږ هغه رنځور پر وچ ډاګ وغورځاوه؛ او موږ د كدو د بوټي (په څېر) یوه ځېلنه ونه پرې راشنه كړه (چې تر پلنو او نرمو پاڼو لاندې يې هوسا وي). او موږ دی يو لك يا تردې زياتو (خلكو) ته ورلېږلی و؛
فَآمَنُوا فَمَتَّعْناهُمْ إِلی حِینٍ«148»= نو (دوی) ايمان (پرې) راووړ؛ نو له همدې لامله موږ دوی تر يوې ټاكلې مودې د ژوند له نعمتونو برخمن كړل.
ټکي:
* «نبذ» د توغولو او غورځولو په مانا دی او «عراء» بې بوټي سیمې ته وايي.
* د «شجر» کلمه هم ونې ته ویل کېږي او هم بوټي ته. «یَقْطِینٍ» د کدو په مانا دی، چې پاڼې یې وټکېږي؛ نو د حشرې چیچلو ځای ته درمل دي.
* کله شمېرنه او عدد په قرآن کې ځانګړی پاموړ دی؛ لکه د «وَ لَیالٍ عَشْرٍ[37]» آیت، چې مراد ترې لس شپې دي، نه کمې، نه ډېرې.
کله له عدد ځنې مراد،کثرت/ډېروالی دی؛ لکه د«لَوْ یُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَهٍ[38]» آيت. ځینې یهودان لېوال دي، چې زر کاله ژوند وکړي، له زر نه مراد ډېروالی دی.
کله عدد په قرآن کې، اټکل ته کارېدلی دی؛ لکه تر ویینې لاندې آیت، چې وايي: د یونس قوم یو لک یا ور زیات وو. «مِائَهِ أَلْفٍ أَوْ یَزِیدُونَ»
* په یوه روایت کې له امام باقر(رح) لولو، چې حضرت یونس څو ورځې د کب په نس کې بندي و، وېښتان یې رژېدلي او د بدن پوټکی یې نری شوی و. د کب له نسه تر راوتو روسته یې د کدو بوټی روه او له سیوري یې ګټنه کوله[39].
* الله تعالی څو پېغمبران وساتل: حضرت موسی او حضرت یوسف یې د اوبو ترڅنګ، حضرت نوح یې د اوبو له پاسه او حضرت یونس یې د اوبو په تل کې. «فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ… فَنَبَذْناهُ»
پېغامونه:
1-پړه دې د مینې پر لار خنډ نه وي. حضرت یونس پړ و او سزا ورکړه شوه؛ خو بیا هم الله تعالی پرې ځانګړې پېرزوینه وکړه.( وَ هُوَ مُلِیمٌ، أَنْبَتْنا، أَرْسَلْناهُ…)
2-له بوټیو جوړ شوي درمل هم ګټور دي. «شَجَرَهً مِنْ یَقْطِینٍ»
3-په بې بوټيو سیمه کې د کدو د بوټي راټوکول «العراء» د الهي ځواک او مرستې نښه ده.( أَنْبَتْنا… شَجَرَهً مِنْ یَقْطِینٍ)
4- په سنبالنې، منجمنټ او مدیریت کې، د ځواکونو د لرې کولو پرځای، دوی ورغوئ او بیا کار ترې واخلئ.«وَ أَرْسَلْناهُ إِلی مِائَهِ أَلْفٍ»
5-د انبیاوو د بعثت چوکاټ، د الله تعالی په ټاکنه او حکم دی. (ځینې ټولو خلکو ته مبعوثېږي او ځینې یوې ځانګړې سیمې ته). «وَ أَرْسَلْناهُ إِلی مِائَهِ أَلْفٍ»
6- د یونس علیه السلام دعا او تسبیح یې له الهي پېرزوینې او مرستې د برخمنۍ لامل شوه. ( مِنَ الْمُسَبِّحِینَ… أَنْبَتْنا عَلَیْهِ…)
7- تېښته د نه راستنېدو لاملېدای نشي؛ حضرت تښتېدلی و؛ خو بیا هماغه خپل قوم ته ورستون شو او خپل رسالت یې وروړاندې کړ. (هو، کله انسان خپه شي، استعفا ورکوي یا خپلې مېرمنې ته طلاق ورکوي؛ خو چې مصلحت یې په ورستنېدو کې ولید؛ نو ورستون دې شي.) (أَبَقَ إِلَی الْفُلْکِ… أَرْسَلْناهُ إِلی مِائَهِ أَلْفٍ)
8-له تېرو توبه، په راتلونکي کې د بري زمینه ده. د حضرت یونس قوم توبه وکړه او الله تعالی ترې خپل پرغز- قهر وسپماوه او بریالي یې کړل. «فَآمَنُوا فَمَتَّعْناهُمْ»
فَاسْتَفْتِهِمْ أَ لِرَبِّکَ الْبَناتُ وَ لَهُمُ الْبَنُونَ«149»= نو له دوى (مشركانو) وپوښته: ((ايا ستا د پالونكي يوازې لوڼې وي او د دوى دې زامن وي؟!
أَمْ خَلَقْنَا الْمَلائِکَهَ إِناثاً وَ هُمْ شاهِدُونَ«150» أَلا إِنَّهُمْ مِنْ إِفْکِهِمْ لَیَقُولُونَ«151» وَلَدَ اللّهُ وَ إِنَّهُمْ لَکاذِبُونَ«152»= يا دوى حاضر وو، چې موږ پرښتې ښځینه پيدا كړې؟!)) هن! بېشكه چې دوى پخپلو غټو دروغو سره وايي: ((الله زېږول کړي.)) او په رښتيا دوى ډېر دروغجن دي.
أَصْطَفَی الْبَناتِ عَلَی الْبَنِینَ«153» ما لَکُمْ کَیْفَ تَحْکُمُونَ«154» أَ فَلا تَذَکَّرُونَ«155» أَمْ لَکُمْ سُلْطانٌ مُبِینٌ«156»= ايا (الله) لوڼې پر زامنو غوره كړې دي؟! پر تاسې څه شوي؟! څرنګه پرېكړه كوئ؟! (پوهېږئ، چې څه واياست؟!) ايا (ناخبره وسئ او) پند نه اخلئ؟! يا (په دې اړه) کوم څرګند دليل لرئ؟
فَأْتُوا بِکِتابِکُمْ إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ«157» كه رښتيني ياست؛ نو (ځئ) خپل كتاب (او لاسوند) راوړئ!
پېغامونه:
1-وجدان پوښتل، د خلکو د اندنې او رټنې کونجي ده. «فَاسْتَفْتِهِمْ أَ لِرَبِّکَ الْبَناتُ»
2-ځینې ګروهې دومره بې منطق او پوچې دي، چې بې اعتبارۍ ته یې لږ فکر ته اړتیا وي. «أَ لِرَبِّکَ الْبَناتُ وَ لَهُمُ الْبَنُونَ»
3-پرښتې ښځې ګنل، الله تعالی به یې په اړه پوښتي. «أَمْ خَلَقْنَا الْمَلائِکَهَ إِناثاً»
4-ناپوه دې نه ګړېږي. «وَ هُمْ شاهِدُونَ»
5-د مشرکانو ګروهې له ځانه جوړې شوې او دروغ دي. «مِنْ إِفْکِهِمْ لَیَقُولُونَ»
6-د نورو کږنې ګروهې خلکو ته مه ویاست، چې په غوره توګه د الهي ښیون پر ارزښت پوه شي.(لَیَقُولُونَ وَلَدَ اللّهُ…)
7- هغوی چې حضرت مسیح د الله تعالی زوی ګڼي، د هغو مشرکانو په څېر دي، چې پرښتې د الله تعالی لوڼې ګڼي. «لَیَقُولُونَ وَلَدَ اللّهُ»
8-زوی او لور یو رنګ دي او یو یې پر بل غوراوی نه لري. «أَصْطَفَی الْبَناتِ عَلَی الْبَنِینَ»
9- انسان داسې ځای ته رسي، چې د باطلو ګروهو له مخې، لور بده او زوی ښه ګڼي او بیا لوڼي د الله تعالی بولي او زامن د ځان.(«أَصْطَفَی الْبَناتِ عَلَی الْبَنِینَ»
10-د ګروهو بنسټ دې یا عقل وي، «کَیْفَ تَحْکُمُونَ» یا فطرت. «أَ فَلا تَذَکَّرُونَ» (تذکر، یادونه هغه څه دي، چې د انسان په فطرت کې وي او یا د نقل او لاسوند پر بنسټ. «أَمْ لَکُمْ سُلْطانٌ مُبِینٌ فَأْتُوا بِکِتابِکُمْ»)
11-آسماني کتابونه، د الله تعالی په اړه د قضاوت بنسټونه او حجتونه دي او په دې یوه کتاب کې هم د الله تعالی د زوی کومه خبره نشته. «فَأْتُوا بِکِتابِکُمْ»
وَ جَعَلُوا بَیْنَهُ وَ بَیْنَ الْجِنَّهِ نَسَباً وَ لَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّهُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ«158» سُبْحانَ اللّهِ عَمّا یَصِفُونَ«159»= او (مشرکان) د الله او پيريانو ترمنځ د کومې خپلوۍ (په اړيکو) قايل شوي، حال دا پيريان پخپله ښه پوهېږي، چې هرومرو به (د حساب لپاره الهي نیاوتون ته) ورحاضر کړاى شي. الله له هغو ځانګړنو پاک دى، چې دوى يې وايي،
إِلاّ عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ«160»= خو هغه ځانګړنې، چې پاک زړي بندگان (ورته قايل دي).
ټکي:
* دا چې له پېري سره د الله تعالی له تړاوه مراد څه دی، په دې اړه دوې څرګندونې دي: یو داچې پېری له الله تعالی سره شریک دی؛ لکه څنګه چې په انعام سورت ۱۰۰ آیت کې لولو: «وَ جَعَلُوا لِلّهِ شُرَکاءَ الْجِنَّ» بل دا چې الله تعالی له پېریانو سره خپلوي کړې (الله تعالی د پېریانو زوم دی) او د پرښتو په څېر اولاد ترې وزيږېد.
پېغامونه:
1-هغه انسان چې له منطق او برهانه جلا شو؛ نو پر هر چا هر تور او خرافه ورتپي، تر دې چې الله تعالی د پېریانو زوم ګڼي.(جَعَلُوا بَیْنَهُ وَ بَیْنَ الْجِنَّهِ…)
2-پېری یو عاقل او مکلف موجود دی او پر معاد او په الهي نیاوتون – محکمه کې په حاضرېدو او حساب و کتاب ګروهن دی. «عَلِمَتِ الْجِنَّهُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ»
3-په قیامت کې به له ټولو سره حساب و کتاب کېږي او الله تعالی له چا سره هم خپلوان نه دی. که پېري له الله تعالی سره خپلوي درلوده؛ نو په قیامت کې حساب و کتاب ته نه راغوښتل کېده. «إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ»
4-چېرته چې د الله تعالی په باب کږنه انګېرنه وشي؛ نو د «سُبْحانَ اللّهِ» په غونډله – جمله، الهي ذات سپېڅلی وګڼئ.( وَ جَعَلُوا بَیْنَهُ… سُبْحانَ اللّهِ عَمّا یَصِفُونَ)
5- چېرته چې د ورکلاریو او کږلاریو خبره شوه؛ نو د پاکو بندګانو حساب ترې جلا کړئ.(په دې سورت کې څو ځل د «إِلاّ عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ» غونډله راغلې ده).
6-ټول انسانان، بې د الله تعالی له ټاکلیو بندګانو؛ نور یې له وړ ستاینې بېوسي دي. «سُبْحانَ اللّهِ عَمّا یَصِفُونَ إِلاّ عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ»
فَإِنَّکُمْ وَ ما تَعْبُدُونَ«161» ما أَنْتُمْ عَلَیْهِ بِفاتِنِینَ«162» إِلاّ مَنْ هُوَ صالِ الْجَحِیمِ«163»= [پوه شئ چې] تاسې (بوتپالي) او څه چې لمانځئ، [څوک] د الله پر ضد بېلارولاى نشئ؛ خو داچې څوک پخپله دوزخ ته ورروان وي.
ټکي:
*د «فاتن» کلمه له «فتنه» اخستل شوې او د غولوونکي په مانا ده.
د شرک او بوت لمانځنې دین، د توحید په مقابل کې بېوسې دی او که نن لارویان لري؛ نو په نږدې راتلونکي کې به ډپ شي.
* د «صالِ» کلمه له «صالی» اخستل شوې او هغه څوک دی، چې پخپله خوښه او ټاکنه یوه چاره ترسره کوي.
پېغامونه:
1- الله تعالی انسان آزاد پنځولی او خپله لار پخپله ټاکي او بوتان او بوت لمانځي د اجبار او په زوره تپلو ځواک نه لري. «ما أَنْتُمْ عَلَیْهِ بِفاتِنِینَ»
2-یوازې له حقه تښتېدونکي او بدذاته وګړي له مشرکانو او بوتانو اغېزمنېږي. (مشرکان او بوتان خلک غولولای نشي او د توحید پر خلاف درېدای نشي؛ خو هغه وګړي چې په خپله خوښه او ټاکنه کږلاري وټاکي). «إِلاّ مَنْ هُوَ صالِ الْجَحِیمِ»
وَ ما مِنّا إِلاّ لَهُ مَقامٌ مَعْلُومٌ«164» وَ إِنّا لَنَحْنُ الصَّافُّونَ«165»= او [پرښتې وايي] موږ هرې يوې ته یو ټاكلى ځاى په ګوته كړاى شوى دى؛ او په حقيقت كې موږ ټولې (د الله د حكم اجرا كولو لپاره) په ليكه كې ولاړې يو؛
وَ إِنّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُونَ«166»= او بېشكه موږ د الله ستایوال يو.
ټکي:
*شونې ده دلته له «مقام معلوم» مراد د مخلصینو مقام وي، چې په تېرو آیتونو کې راغلی و:«إِلاّ عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ[40]»؛ یعنې د الله تعالی هر مخلص او غوره بنده ته ځانګړی او ټاکلی مقام دی او لکه څنګه چې ځینو روایتونو ددې آیت مصداق، د نبوي کورنۍ امامان او الهي اوصیاء ګڼلي دي[41].
پېغامونه:
1-د پرښتو په نړۍ کې، هرې یوې ته یې ځانګړی مقام، منزلت او مسوولیت دی او د مراتبو لړۍ پکې شته. «مَقامٌ مَعْلُومٌ»
2-پرښتې د الله تعالی اولاد نه؛ بلکې الهي چارواکې دي، چې د الهي احکامو پلي کولو ته پر لیکه ولاړې دي. «الصَّافُّونَ»
وَ إِنْ کانُوا لَیَقُولُونَ«167» لَوْ أَنَّ عِنْدَنا ذِکْراً مِنَ الْأَوَّلِینَ«168» لَکُنّا عِبادَ اللّهِ الْمُخْلَصِینَ«169»= او (مشركانو) به تل ويل: ((كه له مخكېنيو كتابونو يو كتاب راسره واى، په يقين موږ به هم د الله غوره بندګان وو.))
فَکَفَرُوا بِهِ فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ«170»= (خو چې قرآن ورغى) نو پرې كافر شول؛ نو ژر به (د خپلو كړنو پر پايلو) پوه شي!
ټکي:
* له امام باقر(رح) نقل شوي، چې د مکې مشرکانو او د قریشو کفارو، یهودو او نصاراوو ته ښېراوې کولې، چې څنګه یې خپل پېغمبران دورغجن کړل او ویل یې: پر خدای قسم، که یو پخوانی آسماني کتاب هم له موږ سره و؛ نو موږ پرې ایمان راووړ؛ خو همدا چې حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم مبعوث شو، سرغړونه یې ترې وکړه او کفر یې خپل کړ.[42]
* شونې ده، د آیت مانا دا وي، چې مشرکانو ته یې ویل: که له تېرو یوپالو/ موحدینو مو خبر درلودای، چې هغوی خوښ او نېکمرغه دي؛ نو موږ به موحدین شوي وای؛ نو داسې ښویې تېر شول او کافر شول.
پېغامونه:
1- ادعاوې ډېرې دي او مدعیان پرېمانه. د عمل پرمهال مؤمن له کافره پېژندل کېږي.(لَوْ أَنَّ عِنْدَنا… لَکُنّا عِبادَ اللّهِ… فَکَفَرُوا بِهِ)
2-د منطق او استدلال په مقابل کې، تېر تاریخ مه پلمه کوئ.( لَوْ أَنَّ عِنْدَنا ذِکْراً مِنَ الْأَوَّلِینَ…)
3- د چارو عاقبت ته مو پام وسه، چې له راتلونکي غفلت، د کفر او نټې لامل دی. «فَکَفَرُوا بِهِ فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ»
وَ لَقَدْ سَبَقَتْ کَلِمَتُنا لِعِبادِنَا الْمُرْسَلِینَ«171» او په يقين زموږ د لېږل شويو بندګانو (د بريا) ژمنه لا له پخوا شوې ده:
إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ«172» وَ إِنَّ جُنْدَنا لَهُمُ الْغالِبُونَ«173»= همدا دوی دي چې [پر خپلو دښمنانو] بریالي کېدوني دي، او بېشكه همدا زموږ لښكر بريالى دى.
ټکي:
*په دې سورت کې حضرت نوح، ابراهیم، موسی، هارون، الیاس، لوط او یونس علیهم السلام پېغمبرانو ته اشاره وشوه. دا آیت د هغو مخورو پرېکړه لیک او د چار پای ده، چې د اسلام پېغمبر او مسلمانانو ته هیلمني وي.
* پوښتنه: سره له دې چې الله تعالی د الهي وګړیو د بریا ژمنه کړې؛ خو ولې یې کله ماتې هم وینو ؟
ځواب: لومړی: هغه الهي ژمنې پلي شوي او د آسماني ادیانو د لارویانو شمېر تر نورو بشري ښوونځيو خورا ډېر دي. د انبیاوو مخالفین له منځه تللي او نه یې نامه شته او نه یې نښانه؛ خو د پېغمبرانو نامه ژوندۍ ده او په هغوی پورې اړوند ځایونه، خلکو ته خورا درناو وړ دي. له خلکو سره یې ټولمنلتوب، محبوبیّت او سپېڅلتیا د تاریخ له هیڅ پوه، هنرمند، لیکوال، شاعر او سیاستوال سره پرتلنوړ نه دی.
دویم: د هغوی ماتې د مسوولیتونو په ترسره کولو کې د دوی د لارویانو د لنډون له کبله وې، نه د الهي نصرت او مرستې د نشتون له کبله؛ لکه څنګه چې په احد غزا کې د مسلمانانو ماتې یې د ناغېړۍ، اړپېچ او د پېغمبر اکرم د خبرې د نه منلو له کبله وه.
درېیم: علمي، منطقي او عقلي بریا مه هېروئ.
څلورم: د مخالفینو هلاکت او په اړه یې الهي عذاب مه هېروئ.
پینځم: د نړۍ عمر پای ته نه دی رسېدلی او د حضرت امام مهدي په راتګ سره به ټولې موخې او ژمنې عملي شي.
پېغامونه:
1-له انبیاوو سره د ( الله تعالی) مرسته یو الهي قانون دی. «سَبَقَتْ کَلِمَتُنا»
2-د بشر راتلونکې، د انبیاوو له بري او دښمنانو له ماتې سره مل ده. «لَقَدْ سَبَقَتْ کَلِمَتُنا»
3- عبودیت او الهي بندګي، د رسالت مقام ته د اولیاوو د رسېدو شرط و. «لِعِبادِنَا الْمُرْسَلِینَ»
4- پر نورو ښوونځیو د پېغمبرانو او د دوی د ښوونځیو بری حتمي دي. «إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ» (د «انّ» او «لام» حرف او اسمیه جمله، د هرومروتوب نښه ده)
5-د الله تعالی بندګي، د الهي نصرت د لاس ته راوړو زمینه ده.( لِعِبادِنَا… اَلْمَنْصُورُونَ)
6- پېغمبران او لارویان یې د الله تعالی لښکرې دي او د الله تعالی لښکر هرومرو په ټولو ډګرونو کې بریالی دی. «إِنَّ جُنْدَنا لَهُمُ الْغالِبُونَ»
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّی حِینٍ«174» وَ أَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ یُبْصِرُونَ«175» أَ فَبِعَذابِنا یَسْتَعْجِلُونَ«176»= نو (اى محمده) تر څه وخته مخ ترې واړوه (چې د جهاد حكم راورسي). او (وضعيت) ته يې وګوره (چې څومره ډډ او منځتشي دي)؛ نو ژر به (د خپلو كړنو پايلې) وويني! ايا دوى زموږ عذاب ته بيړه كوي؟!
فَإِذا نَزَلَ بِساحَتِهِمْ فَساءَ صَباحُ الْمُنْذَرِینَ«177»= نو چې زموږ عذاب یې د كور په غولي كې وركوز شي؛ نو د وېروليو سباوون به خورا بدغونی وي!
وَ تَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّی حِینٍ«178» وَ أَبْصِرْ فَسَوْفَ یُبْصِرُونَ«179»= او تر څه وخته مخ ترې واړوه او (د كار وضع يې) وګوره؛ نو ژر به (د خپلو كړنو پايلې) وګوري.
سُبْحانَ رَبِّکَ رَبِّ الْعِزَّهِ عَمّا یَصِفُونَ«180» وَ سَلامٌ عَلَی الْمُرْسَلِینَ«181» وَ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمِینَ«182» = ستا پالونكى؛ (هماغه) د عزت (او قدرت) څښتن، له هغه څه پاك دى، چې دوی يې وايي. او (د الله) پر استازيو سلام! او ستاېنه يوازې د نړۍ پالونکي الله ته ده.
پېغامونه:
1-روزونکی او مشر دې کله د ګواښ او نیوکې په پار، ځیلي او ورکلاریو وګړیو ته ورشا کړي. «فَتَوَلَّ عَنْهُمْ»
2-هغه دې ځواکمن چلن کوي، چې الهي ژمنې یې د بري ملاتړ دي. «فَتَوَلَّ عَنْهُمْ»
3-مخ اړونه او خپه کېدل دې، منطقي، الهي او لنډمهاله وي.(نه غچیز، د نفساني او ځاني غوښتنو له مخې او همیشني).«حَتّی حِینٍ»
4-د الهي ګواښنو په اړه، د کافرانو د ناباورۍ په مقابل کې، تکرار پکار دی.د (فَتَوَلَّ عَنْهُمْ… وَ أَبْصِرْ) حکم دوه ځل تکرار شوی دی.
5-لومړی خبرداری، تذکر او غاړه خلاصونه او بیا غوسه او عذاب. «فَإِذا نَزَلَ بِساحَتِهِمْ» هله وي، چې مخکې خبرداری شوی وي. «الْمُنْذَرِینَ»
6- الله تعالی به په همدې دنیا کې پر دښمنانو، د ماتې تریخ خوند وڅکي او تاسې مؤمنان به یې پایله ووینئ. «وَ أَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ یُبْصِرُونَ»
7-ټول عزتونه د الله تعالی دي. «رَبِّ الْعِزَّهِ»
8-الله تعالی ته د مشرکانو تړاوونه او په اړه یې ستاینې، د الله تعالی د ربوبیت او عزت له مقام سره همغږي نه دي. «سُبْحانَ رَبِّکَ رَبِّ الْعِزَّهِ»
9- الله تعالی د ټولو کمالاتو او ښکلاوو سرچینه ده. «الْحَمْدُ لِلّهِ»
10-یوازې الله تعالی ستاینوړ دی. «الْحَمْدُ لِلّهِ»
11- الله تعالی د ټولې هستۍ مالک او سمبالوونکی دی. «رَبِّ الْعالَمِینَ»
12-ټوله هستي د کمال او ودې پر لوري روانه ده. «رَبِّ الْعالَمِینَ»
13- د پنځون نړۍ، د الله تعالی د ربوبیت څرک او ښکارندوی ده او حمد او ستاینه د الله تعالی د ربوبیت غوښتنه ده. «الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمِینَ»
«و الحمد للّه ربّ العالمین»
[1] مجمع البیان تفسیر
[2] -ذاریات،5
[3] – مرسلات،7.
[4] – نورالثقلین او برهان تفسیرونه
[5] -. نمونه تفسیر
[6] – کافي، ۲ټ، ۱۳۴ مخ ؛ وسایل ۴ټ، ۱۲۴ مخ
[7] – که د«یمین» کلمه د ښي لاس او ځواک نښه وګڼو.
[8] -که د«یمین» کلمه له «یمن» نه وګڼو، چې د خیر او برکتونو په مانا ده.
[9] – نورالثقلین تفسیر.
[10] – راهنما تفسیر
[11] – یوسف،31.
[12] – نورالثقلین تفسیر
[13] – مجمع البیان تفسیر
[14] – نحل،120
[15] – بقره،124
[16] -.انعام،75.
[17] – انعام،90.
[18] – انعام،76-78.
[19] -انبیاء،57.
[20] – نجم،37.
[21] – نورالثقلین تفسیر
[22] – توبه،114
[23] – برهان تفسیر
[24] – کافي، ۲ټ، ۸۴ مخ
[25] – توبه،92
[26] – فرقان،70.
[27] – بحار، ۲۳ ټ، ۲۳۳ مخ
[28] – ماعون،4.
[29] – بقره،264.
[30] – کهف،104
[31] -.صافّات،79
[32] -صافّات،120
[33] – احزاب،56.
[34] – هود،81
[35] – قلم،48
[36] -.انبیاء،87.
[37] -فجر،2
[38] -بقره،96.
[39] – قمي او نورالثقلین تفسیرونه
[40] – صافات،160
[41] – نورالثقلین او راهنما تفسیرونه
[42] – نورالثقلین تفسیر.