بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د نفس اسارت او د معاصر انسان باطني سرګرداني لړلیک د نفس اسارت او د معاصر انسان باطني سرګرداني.. 1 د لیکنې لنډیز. 1 خپلې خبرې : 3 باطني غفلت.. 7 د انسان مساپری او ازلي برخلیک… 9 د انسان مانیز مقام او د نوې نړۍ بېماناتوب.. 9 د بقا غریزه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د نفس اسارت او د معاصر انسان باطني سرګرداني
لړلیک
د نفس اسارت او د معاصر انسان باطني سرګرداني.. 1
د انسان مساپری او ازلي برخلیک… 9
د انسان مانیز مقام او د نوې نړۍ بېماناتوب.. 9
د بقا غریزه او د انسان مانیز کلتور. 9
د انسان سرښندنه او د مانا پېژندنې ارزښت.. 10
د وخت په تېرېدو کې د مانا بایلل او د انساني وجود دایروي پراختیا 11
د انسان بلقوه کمال او د کائناتو مانیز جوهریت.. 12
څلور تاریخي پېښې او د انسان د واقعي منزلت پټېدل. 13
د لیکنې لنډیز
د نفس اسارت او مډرنه لالهاندي: معاصر انسان د ټکنالوژۍ او مادي وسیلو په چاپیریال کې د خپل هویت او غوښتنو حقیقي مانا ورکه کړې او د یو وهمي سراب تر شا منډې وهي چې همدا حالت د انسان د باطني سرګردانۍ اصلي سرچینه ده.
ځانپېژندنه او باطني خلوت: له مادي سرګردانۍ د ژغورنې یوازینۍ لاره د عقل او شعور په مرسته له ځان سره خلوت کول دي، چې همدا بیا د توکل تر ټولو هسک مقام ته د رسېدو او د ژوند د سمې لارې د موندلو لامل ګرځي.
د سهروردي لومړی تمثیل (غافل شتمن): حکیم سهروردي د هغه شتمن په کیسه کې چې د مرګ پرښته یې د ودانۍ د بشپړولو مادي هیلې نیمګړې پرېږدي، دا پایله اخلي چې انسان د حرص په تورو زنځیرونو کې داسې راګیر وي چې د خپل حقیقي خیر او مصلحت د نومېرلو (پېژندلو) وړتیا له لاسه ورکوي.
روحاني طبیبان او د غفلت ښکاریان: د نفساني غوښتنو په دام کې ښکېل کسان د روح حقیقي ناروغان دي، چې د هغوی د باطني ناروغیو رښتیني درملنه او لارښوونه یوازې د الهي اولیاوو او رباني حکیمانو په لاس کېدای شي.
د سهروردي دویم تمثیل (د شپې د ځلېدونکي چینجي رمز): د باطن د رنځورانو حالت کټ مټ د هغه چینجي په څېر دی چې د ورځې پټ وي او د شپې په تیاره کې د خپلې خولې د تنفسي رڼا (جرکې) په مرسته، د لمر له احسانه پرته، خپل لوری او روزي لټوي او په پای کې د دغه رڼا اغېزې د باطن طبیب ته پاتې کېږي.
له ازلي اصل سره د انسان پیوستون: انسان د متناهي موجوداتو (لکه حیواناتو) په څېر نه دی چې په مرګ ختم شي؛ هغه یو ابدي او ازلي حقیقت دی چې له یوې ناپایه روحاني سرچینې راغلی او بېرته هغې ته ورګرځي.
کامل بلقوه وجود او انساني تکامل: د کائناتو د علم ناپایه سمندر د انسان په باطن کې په بلقوه (استعداد) توګه پټ دی؛ که څه هم مادي تن یې یو کوچنی څاڅکی ښکاري، مګر د مولانا د کلام پر بنسټ، انسان د وجود د دایرې په څېر پراخېږي او په دې لږ تن کې یو بشپړ عالم نغښتی دی.
د کوپرنیک علمي اوښتون او د مرکزیت تېروتنه: کوپرنیک ثابته کړه چې ځمکه د کایناتو په فضا کې مرکزیت نلري. ظاهرپالو پوهانو په تېروتنې سره دا وګڼله چې انسان هم خپل ارزښت بایللی، حال دا چې انسان تل د ټول هستۍ مانیز مرکز پاتې شوی او ځمکې ته یې مانا ورکړې ده.
د ډاروین تیوري او د مانا بایلل: د ډاروین بیولوژیکي فرضیې د انسان لوړ معنوي منزلت د حیوانیت او د بقا د غریزې کچې ته راکوز کړ، حال دا چې بااحساسه انسان د خپل هویت، ګروهې او مانا ساتلو لپاره حتی د خپل مادي ژوند قربانولو (سرښندنې) ته هم غاړه ږدي.
د فرویډ د ناځانخبرۍ نظریه او د عقل ځپل: فرویډ د انسان شعور او وجدان د غریزې او ناځانخبري (لاشعور) تر اغېز لاندې راوست، چې په دې کار سره یې د انسان اصلي جوهر—یعنې عقل او ځانخبري—خورا سپک او د غریزي حیوان کچې ته راښکته کړ.
د مډرنېزم څلورم ناورین (انسان د ماشین په کچه): نوې نړۍ د انسان ماغزه له کمپیوټر سره تشبیه کوي. حال دا چې کمپیوټر د انسان لخوا جوړ شوی یو بېروحه مقلد دی، مګر انسان یو پنځګر (خالق) او د پرېکړې کونکی ابتکاري موجود دی چې الله تعالی ورته د «خلیفه» او «امانت» تاج په سر کړی دی.
د حمزه بابا په کلام کې د ژوند د مانا تفسیر: حمزه بابا ژوند یوازې عمل، حرکت او د مانا لټون ګڼي او هغه ژوند چې بېمقصده او بېعمله وي، په مرګ حسابوي. د هغه په اند، که څه هم انسانیت او ژوند په باطن کې یو واحد حقیقت دی، خو په ظاهر کې په بېلابېلو رنګونو، کلتورونو او د عقل په صفتونو کې ځان ښکاره کوي.
د رحمان بابا د مینې فلسفه او د حق غوښتنه: رحمان بابا د خپل ژوند مانا او د کایناتو د سترګو غړول یوازې د معشوق (حق تعالی) په لیدلو او د هغې په مینه کې ګوري. د هغه په کلام کې د غاړې غړول له فرضو د تېښتې په مانا دي او د یار مینه تر ټولو لوی فرض بلل شوی دی.
د غُربت الغربیه حقیقت او د مډرن نړۍ تشه: د حکیم سهروردي د «قصة الغربة الغربية» پر بنسټ، غرب د جغرافیایي لوېدیځ په مانا نه دی، بلکې پخپله د مادې او تن تیاره نړۍ ده. مډرن انسان که څه هم خورا لوی مادي او ساینسي پرمختګونه لري، خو د خپل مانیز اصل دبایللو له لامله په روحي پردیتوب او غربت کې ژوند کوي.
باطني ښکلا او د حق د صفاتو هېنداره: ښکلا د انسان د ټول شتون او روحي صفاتو بېتحریفه ظهور دی. حق تعالی له خپل ټول فکر، تن او روحي صفاتو سره د انسان د وجود په هېنداره کې منعکس کړي؛ نو ځکه انسان د هستۍ تر ټولو ښکلی موجود دی چې د فروغ بسطامي د شعر پر بنسټ، د ریاضت او مجاهدې په مرسته کولای شي په سلګونو زره جلوو کې د حق ننداره وکړي.
رښتینی توکل او له غېره پرېکون: رښتینی توکل د لفظ او مفهوم په مانا نه دی، بلکې له غېر الله څخه په بشپړ پرېکون (انقطاع)، باطني خلوت او یوازیتوب کې پټ دی. کله چې انسان خپل ځان ومومي، پوهېږي چې د ده یوازیتوب د حق د مظهر یوازیتوب دی او همدا د توکل تر ټولو هسک مقام دی.
د کښتۍ تمثیل او د فطرت بېواکه توجه: امام صادق (رحمه الله علیه) د ابن ابي العوجاء په مرکه کې د ډوبېدونکې کښتۍ د مشهور تمثیل په مټ ثابته کړه چې کله انسان په سمندر کې له ټولو مادي وسایلو او ژغورونکو ناهیلی شي او په بشپړه توګه یوازې پاتې شي، د زړه په تل کې یې یو داسې ځواک ته هیله راپیدا کېږي چې په سختو وختونو کې د انسان واقعي ژغورونکی دی، چې همدا هماغه الله تعالی دی.
خپلې خبرې :
انسان له پخوا راهیسې د خپل ځان په لټه کې دی؛ خو د دې لټون تر ټولو ستره تراژیدي دا ده چې کله ناکله انسان د نړۍ په ګڼه ګوڼه کې هر څه پیدا کړي، خو خپل ځان له لاسه ورکړي. هغه ښارونه جوړوي، علوم پراخوي، وسایل پنځوي، د طبیعت رازونه راباسي او د زمانې تر ټولو پېچلې ټکنالوژۍ رامنځته کوي؛ خو په همدې اوږده مزل کې کېدای شي له هغه حقیقته لرې شي چې د ده د وجود اصلي مرکز دی. انسان ښايي د نړۍ په اړه ډېر څه وپېژني، خو له خپل باطن، خپلې موخې، خپل مانیز یا معنوي حقیقت او د خپل ژوند له مانا بې خبره پاتې شي. همدا هغه ځای دی چې د انسان ظاهري پرمختګ له باطني سرګردانۍ، لالهاندی او کړهاندۍ سره مخامخ کېږي.
نننی انسان په داسې نړۍ کې ژوند کوي چې د انتخابونو، معلوماتو، وسایلو او امکاناتو کچه یې تر بل هر وخت لوړه شوې ده؛ خو د انتخابونو ډېروالی لازماً د لارې موندل نه دي. کله چې انسان د خپلو غوښتنو، شهوتونو، مادي جاذبو او د زمانې د پرلهپسې فشارونو په منځ کې خپل اصلي مقصد له یاده وباسي، نو ډېر څه لري، خو د «ولې؟» ځواب نه لري. دی پوهېږي چې څه غواړي، خو تل نه پوهېږي چې ولې یې غواړي. د همدې پوښتنې له منځه د باطني سرګردانۍ یوه ژوره ریښه راټوکېږي. په دې لیکنه کې همدا حالت د معاصر انسان له زاویې څېړل کېږي: انسان څنګه د خپل نفس، مادي غوښتنو او د زمانې د ظاهري بریاوو په لومه کې بند پاتې کېږي، او څنګه کولای شي بېرته خپل اصلي وجود او مانا ته ور وګرځي؟
د دې ویینې بنسټیزه پوښتنه په حقیقت کې ډېره ساده، خو په معنا کې ډېره ژوره ده:
انسان څوک دی؟
ایا انسان یوازې یو بیولوژیک موجود دی چې د پایښت ، خوړو، نسل، غوښتنو او غریزو له مخې حرکت کوي؟ که په انسان کې داسې یو بل حقیقت هم شته چې هغه یې له نورو موجوداتو بېلوي؟ که انسان یوازې د ژوند د دوام لپاره ژوند کوي، نو ولې د مانا لپاره خپل ژوند قربانوي؟ ولې انسان کله ناکله د خپل ایمان، عزت، هویت، مینې، عدالت او حقیقت لپاره له خپل ژونده هم تېرېږي؟ ولې هغه د داسې ارزښتونو لپاره قرباني ورکوي چې په مادي حساب کې هېڅ بیه نه لري، خو د ده په باطني نړۍ کې تر ټول ژوند لوړ ارزښت لري؟
همدلته د انسان او حیوان ترمنځ د ظاهري مشابهت تر شا د انسان د مانیز وجود مسئله راڅرګندېږي. حیوان د بقا لپاره هڅه کوي؛ انسان هم د بقا اړتیا لري، خو انسان یوازې د بقا لپاره ژوند نه کوي. هغه د ژوند لپاره «مانا» غواړي. که ژوند له مانا تش شي، نو د ژوند ظاهري امکانات هم د انسان د باطن تشه نه شي ډکولای. په همدې اساس، د دې لیکنې یو مهم ټکي دا دی چې د انسان د وجود مسئله باید یوازې د بدن، غریزې او مادي اړتیاوو له زاویې ونه کتل شي؛ بلکې د شعور، عقل، اختیار، مانا او معنوي نسبت له مخې هم باید وڅېړل شي.
د معاصر انسان د دې باطني بحران د درک لپاره لیکنه د تاریخ هغو فکري بدلونونو ته هم نظر کوي چې د انسان د مقام په اړه یې د بشر په ذهن کې ژور اغېز پرېښی دی. د کوپرنیک له نظریې سره ځمکه نور د کایناتو مرکز ونه ګڼل شوه؛ د ډاروین د تکامل نظریې د انسان د بیولوژیکي اصل په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې؛ فرویډ د انسان د روان په اړه د ناخودآګاه د ځواک بحث وړاندې کړ؛ او نننۍ ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا د دې پوښتنې تر څنګ درېږي چې که ماشین د انسان په څېر ځینې کارونه ترسره کولی شي، نو د انسان اصلي ځانګړتیا څه ده؟ د دې لیکنې موخه د دغو نظریو د علمي صحت په اړه وروستۍ پرېکړه کول نه دي؛ بلکې د هغو اندیزو او مانیزو اغېزو په اړه فکر کول دي چې د انسان د خپل ځان په تصور یې پرې ایښي دي.
ځکه نن یوه ډېره مهمه پوښتنه زموږ مخې ته ولاړه ده:
که انسان کمپیوټر جوړوي، خو که خپله د کمپیوټر په څېر تعریف شي، نو د انسان له وجوده څه پاتې کېږي؟
کمپیوټر معلومات پروسس کولی شي، محاسبه کولی شي او د انسان د لارښوونې پر بنسټ حیرانوونکي کارونه ترسره کولی شي؛ خو آیا هغه د خپل وجود په اړه پوښتنه کوي؟ آیا هغه د «مانا» په اړه اندېښمنېږي؟ آیا هغه د حق، ښکلا، عشق، قربانۍ او حقیقت په اړه د خپل وجود له ژورو پوښتنه راولاړوي؟ لیکنه همدې ځای کې د انسان د ځانګړي مقام پوښتنه راپورته کوي او ټینګار کوي چې انسان یوازې د محاسبې، معلوماتو او غبرګون مجموعه نه ؛ بلکې هغه موجود دی چې کولی شي د خپل ځان په اړه فکر وکړي، خپل مسیر وټاکي او د خپل وجود د مانا په اړه پوښتنه وکړي.
په همدې ځای کې د حکیم سهروردي فکر د دې بحث لپاره یو ځانګړی افق پرانیزي. سهروردي یوازې د فلسفي مفاهیمو د تعریف عالم نه دی؛ د هغه په فکر کې انسان له خپل اصلي حقیقته د پردیتوب، له نور څخه د لرې کېدو او بېرته د اصل پر لور د ستنېدو یوه ژوره کیسه هم شته. د «غربت الغربیه» مفهوم په همدې معنا د جغرافیایي لوېدیځ په اړه نه دی، بلکې د انسان د معنوي غربت، د مادې په تیاره کې د باطن د ورکېدو او له خپل اصلي حقیقت سره د پردیتوب په اړه یو رمزي او فلسفي بیان دی. په همدې دلیل، هغه فکر چې سلګونه کاله وړاندې د سهروردي په حکمت کې اوڅار شوی، د ننني انسان له بحران سره لا هم د پاموړ تړاو پیدا کوي.
سهروردي انسان ته یوازې د ظاهري ژوند په کچه نه ګوري؛ د هغه په حکمت کې د انسان د باطن، نور، معرفت او حقیقت ترمنځ یو ژور تړاو لیدل کېږي. انسان هغه وخت خپل حقیقت ته نږدې کېږي چې له خپل ځان سره صادقانه مخامخ شي، د نفس غوښتنې وڅېړي، د خپل عقل او شعور روزنه وکړي او له هغه مادي تړاوه یو ګام پورته شي چې ټول وجود یې په ځان پورې تړلی دی. د لیکنې په یوه مهمه برخه کې همدا مطلب د انسان د وجود د «بلقوه» او «بالفعل» کمال له لارې بیانېږي؛ یعنې انسان په خپل ذات کې د پراختیا او کمال استعداد لري، خو دا استعداد په خپله بالفعل حقیقت نه ګرځي. انسان باید خپل شعور، معرفت او معنوي ظرفیت وروزي، څو د خپل وجود دایره پراخه کړي.
دا بحث په حقیقت کې د انسان د «بېرته ستنېدو» بحث دی؛ خو کوم ځای ته ستنېدل ؟ هغه ځای ته چې انسان ترې په جغرافیه کې نه، بلکې په باطن کې لرې شوی. د اصلي ځان، اصلي مانا او اصلي نسبت پر لور. انسان ښايي د نړۍ په هره برخه کې سفر وکړي، خو که خپل باطن ته سفر ونه کړي، د ده تر ټولو اوږد سفر لا هم نیمګړی دی. هغه ښايي زرګونه کتابونه ولولي، خو که له خپل وجود سره د معرفت اړیکه پیدا نه کړي، معلومات به یې د معرفت ځای ونه نیسي. هغه ښايي له نړۍ سره د اړیکې زرګونه وسایل ولري، خو که له خپل اصل سره اړیکه پرې کړي، د اړیکو دا پراخوالی به یې د باطن یوازیتوب لا پسې ژور کړي.
له همدې امله، د دې لیکنې بحث یوازې د فلسفې، عرفان یا د سهروردي د حکمت بحث نه دی؛ بلکې د ننني انسان د ژوند له تر ټولو عاجلو پوښتنو سره تړاو لري. موږ د داسې زمانې شاهدان یو چې معلومات ډېر دي، خو حکمت کم دی؛ وسایل ډېر دي، خو مقصد مبهم دی؛ اړیکې ډېرې دي، خو باطني نږدېوالی کم دی؛ د ژوند سرعت زیات شوی، خو د ژوند د مانا په اړه زموږ تمېدل کم شوي. انسان د نړۍ د سوبې په هڅه کې ښايي له خپل ځانه پردی شوی وي.
همدا پردیتوب د سهروردي د «غربت» له مفهوم سره یو ژور تړاو پیدا کوي. کله چې انسان له خپل معنوي حقیقته پردی شي، نو د مادې په نړۍ کې هر څومره چې ډېرې دروازې پرانیستل شي، د ده د باطن یوه دروازه تړل کېږي. کله چې انسان د خپل وجود اصلي ریښه هېره کړي، نو د نړۍ هر نوی پرمختګ د ده د سرګردانۍ د حل پر ځای، کېدای شي د هغې بڼه بدله کړي. ځکه اصلي ستونزه د امکاناتو کمښت نه دی؛ ستونزه دا ده چې انسان نه پوهېږي دا امکانات د څه لپاره کاروي.
دلته د قرآن کریم هغه ژور تصویر هم د انسان د مقام په اړه د فکر وړ دی چې انسان د ځمکې خلیفه معرفي کوي، د بني آدم د کرامت خبره کوي او د امانت د دروند مسئولیت یادونه کوي. د لیکنې په متن کې هم د بقرې، اسراء او احزاب د آیتونو له لارې د انسان د مقام او مسئولیت دې معنوي اړخ ته اشاره شوې ده. دا لیدلوری انسان یوازې د طبیعت یو مصرفوونکی موجود نه ګڼي، بلکې هغه د مسئولیت، شعور او امانت وړ موجود بولي.
د دې فکر په ادبي او عرفاني فضا کې د پښتو شاعرۍ غږ هم ځانګړی اهمیت پیدا کوي. حمزه بابا چې د ژوند، عشق، معنا او انسان په اړه ژورې خبرې کوي، ژوند یوازې د نفس د تېرولو په معنا نه ویني؛ بلکې د مقصد، عمل او حرکت په هنداره کې یې ګوري. رحمان بابا بیا د انسان د باطن او د معشوق د مینې ترمنځ هغه اړیکه رااخلي چې د ظاهري ژوند له پردې هاخوا د معنوي حقیقت پر لور اشاره کوي. په دې توګه، فلسفه او شعر په یوه نقطه کې سره یوځای کېږي: انسان هغه وخت بشپړېږي چې له ظاهري وجوده د باطني معنا پر لور سفر وکړي. د لیکنې په وروستیو برخو کې د حمزه بابا او رحمان بابا د اشعارو کارول هم همدې معنوي مسیر ته ژور ادبي رنګ ورکوي.
نو دا لیکنه په اصل کې د یوه ساده، خو بنسټیز بیدارۍ غږ دی
: له ځانه وپوښته چې ته څوک یې، ولې راغلی یې، څه غواړې، او ستا د ژوند اصلي مانا څه ده؟
دا پوښتنې ښايي ساده ښکاره شي، خو د انسان د ټول وجود دروازې پرې پرانیستلېږي. ځکه د ځان پېژندنه یوازې د خپل نوم، مسلک، مقام، مال او ټولنیز هویت پېژندل نه دي؛ ځان پېژندنه هغه وخت پیلېږي چې انسان د خپل وجود تر ظاهري پوښ لاندې د هغه حقیقت په لټه کې شي چې د ده د ژوند ټولې ټوټې سره نښلوي.
شاید د معاصر انسان تر ټولو لویه اړتیا دا نه وي چې نور معلومات ترلاسه کړي، بلکې دا وي چې د معلوماتو، امکاناتو او مادي بریاوو تر منځ خپل «مقصد» بېرته پیدا کړي. شاید موږ د نړۍ د لا ډېرې رڼا پر ځای د خپل باطن د هغې رڼا په لټه کې یو چې د ژوند په تیارو کې د لارې نښه شي. او شاید د سهروردي د حکمت تر ټولو ژوندی پیغام همدا وي چې انسان له مخلوق څخه د خالق، له ظاهره د باطن، له تیارو د نور او له پردیتوبه د اصل پر لور سفر وکړي.
د دې لیکنې پاڼې به موږ د همدې سفر په اوږدو کې بوځي؛ د نفس له اسارته تر ځان پېژندنې، له سرګردانۍ تر مانا، له ظاهري پرمختګه تر باطني کمال، او له «غربت» څخه تر هغه معنوي وطن پورې چې انسان یې په لټه کې دی. دا سفر ښايي د نړۍ پر لور نه، بلکې د انسان خپل زړه ته وي؛ ځکه کله ناکله تر ټولو لرې ځای هماغه ځای وي چې انسان یې په خپل وجود کې له ډېرې مودې راهیسې نه وي لیدلی.
ـــــــــــــــــــــ
باطني غفلت
انسان ځان ورکوي؛ چې ورک شي، خپلې هیلې او غوښتنې یې هم ورسره ورکېږي. بیا نو نه پوهېږي چې غوښتنه یې حقیقي ده که هسې یو خیالي سراب، او همدا ستونزه په ژوند کې زموږ د لالهاندۍ اصلي سرچینه ګرځي. دا حالت په ځانګړې توګه په داسې یو ژوند کې ډېر پېښېږي چې د چلند او اوسېدو تګلاره یې د ټکنالوژۍ او بېلابېلو مادي وسیلو لخوا ټاکل کېږي.
له داسې شرایطو د وتلو لپاره، انسان باید لومړی خپل ځان وپېژني. ځانپېژندنه په اصل کې عقل، شعوري بلوغ او له خپل عقل سره خلوت کول دي، چې همدا بیا د توکل تر ټولو هسک مقام دی او د خدایﷻ پېرزوېنه او رحمت له ځان سره لري. په دې توګه انسان د ژوند سمه لاره موندلای شي.
حکیم سهروردي یو داستان بیانوي چې یو شتمن سړي خپلې ټولې پیسې د یوې داسې ودانۍ په جوړولو ولګولې چې د هر لیدونکي عقل یې هک پک کړ. لا یې کار نه و خلاص کړی چې ملک الموت (د مرګ پرښته) ورته راغله؛ شتمن ورته زارۍ وکړې: «اجازه راکړه چې خپله دا هیله سر ته ورسوم او ودانۍ بشپړه کړم.» ملک الموت ورته وویل: «ښه، فرض کړه چې بشپړه دې کړه، وروسته به څه ګټه درته وکړي؟»
دلته حکیم سهروردي دا پایله اخلي چې دغه انسان د خپل نفساني حرص، اوږدو ارمانونو او مادي غوښتنو په داسې تورو زنځیرونو کې ښکېل دی، چې اصلاً د خپل حقیقي خیر او مصلحت د نومېرلو (پېژندلو) او د خپلې ګټې او زیان د تشخیص سمه وړتیا او شعور ترې هېر دی.
سهروردي د ویینې یو بل نوی افق پرانیزي او څرګندوي چې د روح حقیقي ناروغان په اصل کې همدغه د غفلت ښکاریان دي، چې د درملنې رښتیني طبیبان یې بیا یوازې الهي اولیاء او رباني حکیمان کېدلای شي. هغه د بېلګې په توګه، د حرص په بلا اخته او د نفساني غوښتنو په بند کې راښکېل کسان د داسې رنځورانو په توګه انځوروي چې د روح د ناورین په لومه کې راګیر دي او دا حالت د باطن تر ټولو وژونکې ناروغي بولي.
« سهروردي وایي: په زړه ناجوړه دې کس ته ویل کېږي چې لومړی باید دښتې ته ووځې او د داسې یو چینجي په لټه کې شې چې د ورځې له خپل سوري بهر نه راوځي او یوازې په شپه کې راښکاره کېږي. دا چینجی داسې یوه ځانګړتیا لري چې کله ساه اخلي، نو له خولې یې رڼا خپرېږي، کټ مټ لکه د دوو اوسپنو د جنګېدو له لامله چې د اور مړکۍ (جرقه) راپورته کېږي (چې همدا د شپې ځلانده چینجی دی). نو دا چینجی د دښتې په تیاره کې د خپلې رڼا په مرسته ګرځي راګرځي او خپله روزي پیدا کوي.
دا چینجي وپوښتل شو: ” ولې د ورځې لخوا په دښته کې نه ګرځې؟” هغه وویل: “زما په خپل وجود او ساه کې رڼا شته، نو اړتیا څه ده چې د لمر تر احسان لاندې ولاړ شم او د هغه د نور په رڼا کې نړۍ وګورم؟” خو دا بېچاره او لږحوصله موجود پخپله نه پوهېږي چې د ده د خپلې ساه دغه رڼا هم د هماغه لمر یوه توده او اغېز دی. کله چې زړهناجوړی (بیمار) دا چینجی په لاس راوړي، د هماغه چینجي د رڼا په مرسته ګوري چې د هغه خواړه له کوم بوټي دي؛ دی هم تر یوې مودې پورې له هماغه بوټي خوري، ترڅو په پای کې دغه ځانګړتیا په ده کې هم پیدا شي او په ساه او باطن کې یې رڼا راښکاره شي »
دا بېلګه ډېره ښه بېلګه ده چې انسان هم له یو ناپایه (غیر متناهي) سره وصل دی. انسان که په خپل ځان وي هیڅ نه لري، که له حق سره وي هر څه لري، له بده مرغه دا چې سرچینه موږ ورکه کړې، یعنې همغه اصل مو هېر کړی، د سرګردانۍ ښکار شوي یو او دا سرګرداني مو په اصل کې دوه ګرایه ده. انسان په ټولیز ډول چې دې نړۍ ته راځي یو لړ سرګردانۍ لري؛ هیلې، غوښتنې او نفسانیات ډېر زیات دي او د دغو رنګارنګ غوښتنو ترمنځ سرګردانېږي. دا په تېره زمانه کې هم وه، له هغې راهیسې چې بشر پیدا شوی، خو نن ورځ د ټکنالوژۍ په پرمختګ او د علم، نوي علم د مظاهرو په شتون کې، د انسان سرګرداني دوه ګرایه شوې ده.
د انسان مساپری او ازلي برخلیک
په نوي پېر کې د انسان پردیسي( له اصلي ټاټوبي او وطنه لرېتوب) یو بل ډول تفسیر وکړو، یعنې انسان تر هر څه زیات له خپل اصله غافل شوی. د انسان اصل له یوې ناپایه (غیر متناهي) سرچینې سره نښتی، انسان که د نورو موجوداتو په څېر یو موجود وي؛ نو دا خو کوم هنر نه دی. فرض کړه یو زمری وي یا یو فیل وي، زمری څه دی؟ یو داړونکی دی او وروسته بیا ختمېږي، فیل یو لوی او ځواکمن څاروی دی او وروسته بیا ختمېږي.
انسان ازلي او ابدي دی، انسان تلپاتې دی، له یوې سرچینې راغلی او بېرته به هغې سرچینې ته ورګرځي، د هستۍ ټوله نړۍ باید ووهي او ترې تېر شي.
د انسان مانیز مقام او د نوې نړۍ بېماناتوب
دا هر څه انسان له یاده ایستلي او په مادي ظواهرو داسې بوخت شوی، چې خپل ځان ترې هېر دی. هغه څه چې دا درد یې لا پسې دوه ګرایه کړی او د انسان په حیرت او لالهاندۍ کې یې اضافه کړې، درې ستر تاریخي بدلونونه او پېښې دي چې په دغو وروستیو پېړیو کې زموږ په تاریخ کې رامنځته شوې، او همدا اوس یې څلورم هغه هم د سر راپورته کولو په حال کې دی؛ همدې بدلونونو د انسان د روح لالهاندي او حیرت اوج ته رسولی دی.
د کائناتو په غېږ کې د انسان مقام خورا ځانګړی او بېساری دی؛ په ټوله نړۍ کې په مطلق ډول له ملایکو نیولې تر وړو حشراتو ، هیڅ یو ژوی هم د انسان په څېر هسک مانیز ځایګی نه لري. دا کومه مبالغه یا د انسان بېځایه ستاینه نه ده؛ که څه هم د نن ورځې ژوند (بیولوژي) پوهان د ډاروین د تیورۍ د منلو له لامله دا خبره نه خوښوي او انسان هم د نورو ژویو په څېر یو توکیز یا مادي څاروی ګڼي. هغوی په حقیقت کې د انسان له سپېڅلي مانیز مقام او باطني ارزښته ناخبره دي؛ ځکه چې د نن ورځې توکیزه یا مادي نړۍ له “مانا” خالي او غافله شوې ده.
د انسان ژوند او وجود په مانا ولاړ دی، او انسان باید د خپل وجود او ژوند پر دې حقیقي مانا شعوري درک ولري. څوک چې د خپل خلقت او ژوندي پاتېدو په مانا او فلسفه پوه نشي، نو د داسې ژوند ارزښت به څه وي؟ د هغه ژوند به یوازې د یو توکیز او غریزي څاروي په کچه وي او بس.
د بقا غریزه او د انسان مانیز کلتور
د بېلګې په توګه؛ ژوند پوهان په دې باور دي چې انسان د ژویو د تکاملي او بیولوژیکي لړۍ یوه برخه ده. په دې طبیعي غونډال یا نظام کې، هر ژوی او ژوندی موجود د خپل ژوند د ژغورلو لپاره تر وروستي بریده هڅه کوي. وګورئ، که غواړئ یو مچ له ځانه لرې کړئ، هغه د ژوندي پاتېدو لپاره خپله ټوله هڅه کوي؛ یو موږک، مچ، غوماشی، زمری او هر داړونکی ځناور، د خپلې بقا د غریزې او تلپاتېدو د هیلې له لامله، د خپل ژوند د دفاع په لاره کې تر خپل وروستي توانه منډې ترړې کوي. حیوان د ژوندي پاتېدو لپاره “په هر قیمت” هلې ځلې کوي؛ په هر قیمت یعنې دا چې د ژوند د غریزې د اشباع لپاره تر هر څه تېرېږي. په دې کې هیڅ شک نشته، خو ایا انسان هم د ژوندي پاتېدو لپاره هر رنګ ذلت او هر قیمت ته غاړه ږدي؟
هیڅکله نه!
که د یو بااحساسه انسان دین، حیثیت، هېواد او اندیز لیدلوری له ګواښ سره مخ شي، ایا هغه د محض ژوندي پاتېدو لپاره دا هر څه بلهاروي؟
نه، هیڅکله دا کار نه کوي!
په ډېرو حساسو پړاوونو کې انسان مرګ ته غاړه ږدي، ترڅو خپل اند ، ګروهه، هویت او یا هم هغه مانا ژوندۍ وساتي چې دی ورته ژمن دی؛ دا نو د هغه د زړه په تړاو او ارادت پورې اړه لري چې د خپلې غوښتنې د ساتلو او یا د خپل مانیز معشوق د پاللو لپاره خپل توکیز ژوند بلهار یا قرباني کړي.
د انسان سرښندنه او د مانا پېژندنې ارزښت
انسان د سرښندنې وړتیا لري؛ په دې نړۍ کې هیڅ بل موجود سرښندنه نه لري، یوازې انسان سرښندنه لري، یعنې خپل ځان بلهاروي. تاسو د دې نړۍ له مخلوقاتو کوم داسې موجود پېژنئ چې په اګاهانه او شعوري توګه ځان بلهار کړي؟ که څه هم ځینې وختونه د سرښندنې صفت حیواناتو ته هم منسوبېږي، خو هغه نااګاهانه او غریزي دی.
ایا انسان په دې توکیزه نړۍ کې د ژوندي پاتېدو او محض نفس کښلو لپاره هر رنګ ذلت ته غاړه ږدي، او که نه، په هر شونې قیمت ژوند کولو ته بیخي چمتو نه دی؟
نه؛ په هر قیمت ژوند نه غواړي.
خو ولې په هر قیمت ژوند نه غواړي؟ دا ځکه چې ژوند یې مانا لري او د خپل ژوند مانا له لاسه ورکول نه غواړي. ژوند ورته یو مانیز مفهوم لري؛ تر هغه چې دا ژوند هغه مانا ولري، ژوند ګڼل کېږي، خو که هغه مانا له لاسه ورکړي، ایا بیا به هم غواړي ژوند وکړي؟
نه؛ نور نه غواړي ژوند وکړي.
انسان په سمدستي توګه چې د ژوند مانا له لاسه ورکړي، نور ژوندی نه پاتېږي؛ اصلاً ژوند ورته بېمانا ګرځي، یعنې په حقیقت کې پخپله هم نه پاتېږي. دا کسان چې ډېری وخت ځانوژنه کوي، علت یې دا دی چې د ژوند مانا له لاسه ورکوي؛ ځانوژنه په اصل کې د ژوند د مانیز هویت د بایللو او بېماناتوب پایله ده.
نو انسان په خپل ژوند کې د مانا لرونکی دی او باید دا مانا درک کړي. دا مانا هم خورا مهمه ده؛ خو اوس پوښتنه دا ده چې مانا په خپله څه ده؟ موږ باید یو وخت پر دې تفصیلي ویینه وکړو چې اصلاً مانا په خپله څه مانا لري؟ د مانا اصلي ځایګی او د هغې د وجود حریم چېرته دی؟ له آره ولې انسان غواړي مانا ته ورسي او مانا څه شي ته وايي؟ دا پخپله یو خورا اوږده او ژوره مانیزه ویینه ده. خو له بده مرغه، ننني پېر د مانا پېژندنې له ژورو افقونو مخ اړولی او انګېري چې په توکیز ډګر کې بې موخې پرمختګ او ړنده منډه پخپله یو کمال دی.
د وخت په تېرېدو کې د مانا بایلل او د انساني وجود دایروي پراختیا
د نننۍ نړۍ نوواله (مډرنیزم) په یوه کلمه کې راغورچاڼېدای شي، ډېرې ویینې شوي چې مډرن څه دی، دودیزه او لرغونې تګلاره څه ده، تېر وخت څه و، اوس څه دی، ګانده یا راتلونکی څه دی. ټوله نوواله (مډرنیزم) په دې غونډله کې راغورچاڼېږي او د نووالې او نوې نړۍ شعار دا دی چې سبا تل تر ننه غوره ده.
ایا دا منې که نه؟
نه، سبا تل تر ننه غوره نه دی.
مدرنه نړۍ وایي سبا تل تر ننه غوره دی. تکامل د وخت په تېرېدو کې ګوري، خو که د سبا انسان د خپل ژوند مانا له لاسه ورکړي ایا تر ننه غوره دی؟
نه، تاوان یې کړی دی.
هغه چې وایي سبا تل تر ننه غوره دی، د مانا په لور نه ځي، د وخت د تېرېدو په اړه فکر کوي، دا تکامل ګڼي، په بله وینا تکامل طولي ګڼي. ایا انسان یوازې د وخت په کرښه کې تکامل پیدا کوي او پرمخ ځي؟
زموږ حکیمان وایي، نه. انسان یوازې په افقي توګه پرمختګ نه کوي، هو، شونې ده چې اوس افقي پرمختګ هم وکړي دا هم کوم باک نه لري، بلکې د انسان پرمختګ د یوې داسې کرښې په څېر نه ګوري چې همداسې پرمخ ځي، وایي دا یوه دایره ده چې همداسې پراخېږي، یو وخت یوه کرښه تل پرمخ ځي او یو وخت یوه دایره همداسې پراخېږي او لا پسې پراخه کېږي.
د انسان تکامل د کرښې په څېر پرمخ ځي که د وجود دایره یې پراخېږي؟
د وجود دایره یې پراخېږي.
دا خورا ډېر توپیر لري چې موږ تکامل په یوه کرښه کې همداسې پرمخ بوځو، په یوه ممتد (غځېدلې) کرښه، یا دا چې ووایو موږ یوه دایره یو چې دا پراختیا پیدا کوي، دایره پراخېږي. زموږ حکیمان وایي د انسان د وجود دایره لا پسې پراخېږي.
مولانا بلخي وايي :
تاج کرمناست بر فرق سرت
طوق اعطیناک آویز برت
جوهرست انسان و چرخ او را عرض
جمله فرع و پایهاند و او غرض
علم جویی از کتبها ای فسوس
ذوق جویی تو ز حلوا ای فسوس
بحر علمی در نمی پنهان شده
در سه گز تن عالمی پنهان شده
« د خدای د لورینې له مخې د “کرَّمْنا” تاج او “أعطیناک” طوق ستا پر سر او غاړه دي، چې د معزز انسان نښه ده. انسان د کائناتو اصلي جوهر دی او نور هر څه یې فرع او د غرض تابع دي، خو افسوس چې ته د علم رڼا او د حق ذوق په کتابونو او حلوا کې لټوې. ته د علم سمندر یې چې په یوه څاڅکي (مادي وجود) کې پټ یې او په دې لږ تن کې یو بشپړ عالم پټ دی»
د انسان بلقوه کمال او د کائناتو مانیز جوهریت
ایا د انسان د پرمختګ او کمال دا دایره له ازله ورته ټاکل شوې او دی یوازې هغې ته رسي، او که نه، انسان پخپله دا دایره په خپل شتون کې پرانیزي او دایره په دایره کې نوي افقونه زېږوي؟
د دې پوښتنې اوڅارول، د فلسفې او معرفت هغه بل ژور بحث (جبر او اختیار) ته لاره پرانیزي. بېشکه چې د حق تعالی په ازلي علم کې هر څه په نښه شوي او ټاکل شوي، خو خپله د انسان لپاره دا برخلیک په توکیزه یا مادي توګه روښانه او ټاکلی نه دی. انسان ته یوازې د دې پراختیا غوټه او “بلقوه” (استعداد او وړتیا) ورکړل شوې، ځکه هغه په لومړي سر کې په “بالفعل” (عملي) توګه د دې لوړتیا لېږدونکی نه وي. انسان باید خپل ځان وروزي، خپل مانیز شعور وپالي او په دې توګه د خپل وجود دایره لا پسې پراخه کړي.
دا سمه ده لکه څنګه چې وویل شو: “زه د علم سمندر یم چې په یو څاڅکي (نم) کې پټ یم.” د کائناتو د علم دغه ناپایه سمندر د استعداد (بلقوه) له مخې په همدې توکیز څاڅکي کې ځای پر ځای شوی. که څه ته په ښکاره یو کوچني څاڅکي یې، خو دا څاڅکی د خپل باطني وړتیا له مخې یو بلقوه سمندر دی، نه بالفعل. ځکه یو غوڅ او بالفعل سمندر هیڅکله د مادې په یو محدود څاڅکي کې نشي ایسارېدای؛ بالفعل سمندر په څاڅکي کې نشته، خو پخپله دغه کوچنی څاڅکی د دې استعداد لري چې په باطني توګه په یو ستر مانیز سمندر بدل شي.
نو ایا پر دې بنسټ ویلای شو چې انسان د ټول پنځون یا خلقت تر ټولو لویه معجزه ده؟
هو، بېشکه چې انسان د پنځون بېسارې معجزه ده! مولانا بلخي هم په خپلو هغو پورتنیو اشعارو کې د کائناتو اصلي جوهر او بنیاد همدغه انسان ګڼي او اسمانونه (فلک) د ده تابع بولي. هغه “فلک” چې مولانا یاد کړی، په اصل کې د نننۍ زمانې همدا ناپایه کیهان او لایتناهي کائناتي نړۍ ده؛ خو دا ستره فضا د انسان د باطني او مانیز جوهر په وړاندې یوازې یو عارض، فرع او کوچنۍ پایه ده او بس.
څلور تاریخي پېښې او د انسان د واقعي منزلت پټېدل
دا کومه مبالغه نه ده کله چې وایو د انسان حقیقي مقام تراوسه په سمه توګه نه دی پېژندل شوی؛ او دا ادعا څو روښانه لاملونه لري. په تاریخ کې تر نن ورځې پورې درې سترې پېښې رامنځته شوې او همدا اوس یې څلورمه هم د پېښېدو په حال کې ده، چې دغو ټولو بدلونونو د انسان واقعي مقام او منزلت د غفلت په پردو کې پټ کړی.
لومړی تاریخي ناورین د کوپرنیک له علمي قضیې پیلېږي. په پخواني هیئت او زړو فلکیاتو کې داسې انګېرلېده چې ځمکه د ټول کائناتي نظام مرکز ده، او له همدې امله خلکو فکر کاوه چې انسان هم د دې نړۍ اصلي مرکز دی. خو کوپرنیک راغی او په خپلو کشفیاتو سره یې ثابته کړه چې ځمکه د کائناتو مرکز نه ده، بلکې د نورو زرګونو سیارو په څېر یوه عادي او کوچنۍ سیاره ده چې په فضا کې چورلي؛ په حقیقت کې ځمکه د دې ناپایه کایناتو په تالار کې یو ډېر کوچنی غړی دی او بس.
دلته یوازې توکیزپالو او ظاهرپالو پوهانو لویه تېروتنه وکړه؛ هغوی داسې وانګېرله اوس نو کله چې ځمکه د کائناتو له مرکزیته وغورځېده، نو انسان هم خپل مرکزیت له لاسه ورکړ. خو موږ د کوپرنیک علمي حقیقت نه ردوو، بلکې په پوره توګه یې منو چې ځمکه د کایناتو مرکز نه ده؛ خو خبره دا ده چې که ځمکه مرکز نه هم وي، بیا هم انسان د کائناتو اصلي او مانیز مرکز دی. کټ مټ لکه څنګه چې د مولانا په شعر کې یادونه وشوه چې فلک (اسمانونه) یو عرض دی او انسان د نړۍ اصلي جوهر دی. موږ له ځمکې سره د هغې د توکیز جوړښت له امله کار نه لرو؛ دا سمه ده چې موږ پر ځمکه ژوند کوو، خو د کائناتو د هندسې حقیقت دا دی چې ځمکه زموږ د شتون او زموږ د مانیز مرکزیت په برکت د اهمیت مرکز ګرځېدلې، نه دا چې د ځمکې د مادي مرکزیت له لامله یې موږ ته اهمیت موندلی وي.
پخوا خلکو ګومان کاوه چې د ځمکې مرکزیت زموږ د مرکزیت دلیل دی، خو نن دا حقیقت روښانوو چې نه! ځکه چې موږ د کائناتو مانیز مرکز یو، کولای شو همدې ځمکې ته هم د مرکزیت بڼه ورکړو. که د انسان مانیز وجود ترې لرې کړو، ځمکه د نوي ساینس له مخې په لایتناهي کهکشانونو کې له یوې بېارزښته سیارې پرته بل هیڅ نه ده. د کوپرنیک په قضیه کې همدا غلطه انګېرنه د لوېدیځ په تفکر کې د دې لامل شوه چې هغوی فکر وکړ کله چې ځمکه په دې لویه فضا کې هیڅ ارزښت نه لري، نو انسان هم یوازې یو غریزي څاروی او یو وړوکی حشره ده او بس؛ حال دا چې د انسان د وجود مانیز مرکزیت د ځمکې له مادي او توکیز مرکزیت سره هیڅ ډول تړاو نه درلود. دا د انسان د باطني مقام د پټېدو لومړنۍ تاریخي پېښه وه
دویمه پېښه د ساینس او علم په نړۍ کې رامنځته شوه، چې هغه د ډاروین نظريه وه. ډاروین چې یو ژوندپوه و، د ژوندپوهنې د علمي لیدلورو له مخې داسې یوه فرضیه وړاندې کړه او د خپل ګومان له مخې یې د هغې علمي تایید وکړ ــ البته دا یو غوڅ اثبات نه، بلکې یوازې یو تیوریکي تایید و ــ چې انسان د بیولوژیکي تکامل په لړۍ کې، د یو ناڅاپي جنیټیکي اوښتون (Mutation) یا جهش په پایله کې له بیزو څخه ننني انسان ته بدل شوی.
دا نظریه له ځان سره یو لړ داسې پایلې لري چې د بحث اصلي مانا جوړوي. اوس پرته له دې چې دا خبره په خپله سمه ده که ناسمه ــ ځکه دلته زموږ د بحث موضوع دا نه ده او اصلاً نه غواړو دې علمي شخړې ته ننوځو ــ موږ یوازې د دغه بحث له لازمو عواقبو او پایلو سره کار لرو، نه له پخپله نظریې سره. د دې تیورۍ تر ټولو خطرناکه پایله دا وه چې انسان یې یوازې د یو توکیز یا مادي څاروي په کچه راټیټ کړ؛ یعنې د دغه لیدلوري له مخې، د انسان ارزښت د حیوان په اندازه دی، په دې توپیر چې دا حیوان یو څه ډېر پرمختللی دی. په دې توګه، هغه لوړ مانیز مقام او منزلت چې موږ یې د “مانا او معرفت” په ډګر کې یادونه وکړه، دلته په بشپړ ډول بلهارېږي.
کله چې وایو انسان یوازې یو لږ پرمختللی څاروی دی، دا پخپله د ډاروینیزم د تفکر یوه لازمي پایله ده. پخپله دا خبره که سمه وي او که ناسمه، خو راتلونکي عواقب یې د روح لپاره خورا وژونکي دي؛ ځکه چې د انسان سپېڅلی مقام د حیوانیت تر کچې راکوز شو او د هغه باطني ارزښت یې تنزل وموند. دا هم په تاریخ کې هغه دویم ناتار و چې د انسان د مانیز کلتور لپاره بیخي د خوښۍ وړ نه و، او دغو دواړو پېښو (د کوپرنیک او ډاروین نظریو) د بشر په روان باندې خورا ناوړه او نامطلوبې اغېزې وشیندلې.
دریمه پېښه، چې د وخت له پلوه ډېره پخوانۍ نه ده، هغې هم خورا ناوړه اغېزې لرلې؛ بې له دې چې دا تیوري په خپله سمه وي که ناسمه، خو له آره ناسمه ده ، خو اوس یې علمي او اروایزې شننې اړخ ته نه ننوځو. دا د فرویډ نظر و. فرویډ څه وویل؟ هغه وویل چې د انسان هر څه په لاشعور (ناځانخبرۍ) کې دي. د انسان یوازې یوه کمه برخه (یو پر سلمه یا یو پر لسمه) ښکاره ده. هغه د انسان شتون په سمندر کې د یخ له یوې لویې ټوټې سره تشبیه کړ؛ داسې چې د دې یخ غره ۹۹۹ برخې تر اوبو لاندې دي او یوازې څوکه یې له اوبو راپورته ده. د انسان د ژوند ټولې چارې په لاشعور کې تېریږي، چې یوازې یوه خورا کمه برخه یې سطحې ته راوځي او څرګندېږي. نو په اصل کې زموږ د ژوند د چارو په ګډون، هر څه په لاشعور پورې تړلي دي.
دې چارې انسان تر کومه بریده بېلارې کړ او یې وځپه، ان د ژوند په چارو کې؛ [یعنې دا چې] زه له ناځانخبري (لاشعور وجدانه) یم او د ناځانخبرۍ په حساب حرکت کوم. د انسان شعور او اګاهي یې تر کومې کچې راښکته کړه! یعنې د یو حیوان په څېر، یا تقریباً د غریزې په څېر چې زما له ناځانخبرۍ راځي او زه په خپله هم خبر نه یم چې ولې دا کار کوم. اوس چې کله راڅرګند شي، نو پوهېږم؛ اها! اوس ډوډۍ غواړم، اوس ګرځېدل غواړم ؛خو زما په ناځانخبرۍ کې دا هر څه نغښتي او بیا د دې ناځانخبرۍ د ټولو غریزو سرچینه هم جنسي غریزه ده، چې دا نو ځانته بله کیسه لري.
دې ویینې ته نه ورننوځو. بې له دې چې خپله دا تیوري یوه نامطلوبه او بده تیوري ده، د دې تیورۍ اغېزې خورا بدې دي، یا په بله وینا، اغېزې یې ډېرې مهمې دي. اغېزې یې څه دي؟ دا چې موږ په ناځانخبري توګه کار کوو، شعور او اګاهي په موږ کې خورا لږ رول لري. د انسان ستریا خو د ده ځانخبرۍ (شعور او اګاهۍ) کې ده.
د ټول کاینات په وړاندې د انسان غوراوی او د هغه د شتون جوهر، په عقل او ځانخبرۍ ولاړ دی؛ په پوهه او شعور پورې تړلی دی. دا چې اوس عقل څه دی، او ځانخبري څه ده، دا هم جلا بحثونه لري چې اوس نه ورننوځو.
ناځانخبری ضمیر له غریزې سره څه توپیر لري؟ حیوان هم په غریزي توګه عمل کوي. که حیوان هم د خپلې ناځانخبرۍ له مخې کار کوي، نو دا چې نوم یې ناځانخبري ده، په اصل کې د غریزې حکم پیدا کوي او په ښکاره توګه کوم توپیر نهلري. دا تیوري انسان د “ناځانخبرۍ” غوندې د خولې ډکونکو او غټو کلمو تر پوښښ لاندې، د غریزې تر کچې راښکته کوي.
په هر حال، دا هم دریمه پېښه وه چې انسان یې خورا سپک او بېارزښته کړ. یعنې د دې دریو واړو پېښو پایلې او لاملونه په خپله چې هر څه وي، وي به، خو په نننۍ نړۍ کې یې اغېزې خورا بدې وې؛ په غربي نړۍ کې یې اغېز وکړ او په پایله کې یې پر ختیځه نړۍ هم بد سیوری وغوړاوه. دا هغې درې پېښې وې چې رامنځته شوې او خورا وېروونکې او درنې وې.
همدا اوس یوه بله پېښه د رامنځته کېدو په حال کې ده او رامنځته شوې هم ده؛ هغه دا چې نن سبا د انسان ماغزه له کمپیوټر سره تشبیه کوي. تاسو یې وینئ او په ډېر خوند او ښکلا ورسره لوبې کوئ؛ هر څه چې دې زړه غواړي پکې شته او په ریښتیا سره ټوله نړۍ درته ښیي؛ ټول معلومات، ټول کتابتونونه او ټول مطالب په کې شته.
دوی وایي چې د انسان ماغزه هم یو کمپیوټر دی، د اعصابو یو سیستم دی او د یو کمپیوټر په څېر کار کوي. د انسان ماغزه چې پرېکړې کوي، له کمپیوټر سره تشبیه شوی. البته کمپیوټر لا تراوسه پرېکړه نه ده کړې او پرېکړه نشي کولای. هر څه چې ورکوئ، بېرته ځواب درکوي. که تاسو کمپیوټر ته څه ورنهکړئ، هغه هم تاسو ته څه نه درکوي. هغه څه درکوي چې تاسو ورته سپارلي وي او همغه په سمه او دقیقه توګه بېرته درګرځوي.
ایا د انسان ماغزه هم همدارنګه دی چې هر څه ورکوې، بېرته یې درکوي او له یو بیزو او نقل کونکي پرته بل څه نه دی؟ که نه، هغه نوي څیزونه پنځوي (خلق کوي) او انسان یو پنځګر (خلاق) موجود دی؟
د انسان په اړه له کوپرنیک نیولې تر ماډرنیزمه ، بیا د ډاروین تیوري او له هغې وروسته د فرویډ نظریه او بیا هغه تعریف چې نن سبا ماډرنیزم یې له انسانه وړاندې کوي؛ پوښتنه دا ده چې کله انسان د قران کریم ایتونو ته ګوري، چې فرمايي:
إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً (بقره/۳۰)
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ (اسرا/۷۰)
إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ (احزاب/۷۲)
وینئ چې د الله تعالی په څېر، هېچا هم انسان دومره ښکلی نه دی تعریف کړی؛ کله چې ایتونو او روایتونو ته هم ورځئ، همدا خبره ده. اوس پوښتنه دا ده، ایا رښتیا هم ننني ماډرنیزم، انسان و نه ځپه؟ ان له نظري پلوه؛ یعنې ایا داسې نشو ویلای چې دوی اصلاً ونه پېژندل چې انسان څوک دی؟
ځواب:
دا درې پخوانۍ پېښې او همدا اوسنۍ روانه پېښه؛ چې غواړي داسې یو کار وکړي چې په خپله کمپیوټر هم پرېکړې وکړي. خو که کمپیوټر پرېکړه هم وکړي، هغه به یوه مصنوعي پرېکړه وي. ښايي یوه ورځ داسې یو ځای ته ورسي چې کمپیوټر پرېکړه وکړای شي، خو اوس یې پرېکړې مصنوعي دي.
خو انسان چې کله پرېکړه کوي، هغه مصنوعي نه وي. ستر او هوښیار انسانان چې پرېکړې کوي، پرېکړې یې مصنوعي نه وي، بلکې په رښتینې توګه یوه نوې او ابتکاري پرېکړه کوي.
دې څلورو پېښو انسان ځوړتیا او زوال ته کش کړی، د ټکنالوژۍ له پلوه، د علم د پرمختګ نټه یا انکار نشي کېدای او علم څومره هېښنده ښکارندې رامنځته کوي؛ موږ هره ورځ د علم د لا زیاتو معجزو او هېښتیا وړ بریاوو شاهدان یو. خو څه چې تراوسه ورسره مخ یو – ځکه د ګاندې یا راتلونکي په اړه حکم نه کوو او نه پرې پوهېږو – او څه چې تر نن ورځې یې په خپلو سترګو ووینو دا دي چې د انسان مانیز مقام کم شوی، یعنې انسان یې په پای کې د کمپیوټر تر کچې، د فرویډ له نظره د غریزې تر کچې او د ډاروین په اند د حیوان تر کچې راښکته کړی.
د قران کریم له ایتونو او د حکماوو له ویناوو داسې څرګندېږي چې انسان یوازې په غریزه کار نه کوي او د یو حیوان په څېر نه دی. انسان په خپله کمپیوټر جوړوي، نه دا چې په خپله کمپیوټر وي! کمپیوټر چا جوړ کړی ؟ انسان جوړ کړی ؛ نو خالق (جوړونکی) لوړ دی که مخلوق (جوړ شوی څیز)؟ معلومه خبره ده چې خالق. دا ټول د بشر د لاس جوړ شوي څیزونه دي او انسان یې پنځګر دی. ان که کمپیوټر پرېکړه هم وکړي، بیا به هم مصنوعي پرېکړه کوي؛ ځکه د ابتکار او نوښت واک له انسان سره دی. دا خو لومړی په صنعت او دې نړۍ کې [د انسان برتري ده]، خو له دې پرته، د انسان مانیز مقام چېرته ولاړ؟
دا هر څه د دې لپاره دي چې هغه اصلي ریښه او مانا ورکه شوې. کمپیوټر د هېښتیاوړ ډېر کارونه کوي؛ پوهېږئ چې نن سبا عجیبه کارونه کوي، خو ایا په مانا یې پوهېږي؟ کمپیوټر یعنې څه؟ ایا خپله کمپیوټر خبر دی چې دی کمپیوټر دی؟ هغه خو خپل ځان هم نه پېژني؛ دا یوازې یوه وسیله ده چې کار کوي، هغه هم ځکه چې تاسو کار ته اړ کړی، ګنې په خپله نه پوهېږي چې کار کوي. هغه اصلاً نه پوهېږي، یوازې یوه آله ده او بس. نو مانا څه شوه؟
اصلي خبره دا ده چې په دې منځ کې مانا ورکه شوې؛ د ژوند مانا! انسان چې ژوند کوي، د خپل ژوند لپاره یوه مانا لري. البته د ژوند مانا د ټولو خلکو لپاره یو شان نه ده؛ هر څوک د خپل عقل او فکر په کچه د ژوند لپاره یوه مانا لري. ولې دا ماناوې توپیر لري؟
ځکه د انسانانو پوهه، درک او غوښتنې سره توپیر لري. که داسې څوک وپوښتئ چې د ورځني ژوند په جنجالونو کې راګیر دی، چې ستاسو د ژوند مانا څه ده؟ که هغه په رښتینې توګه درسره خبرې وکړي، خپل ځواب به درکړي او د خپل ژوند مانا به درته ووایي. خو که د خدای له یو نږدې بندې (ولي الله)، یا حمزه بابا، رحمان بابا، خوشحال بابا، له بایزید بسطامي، ملا صدرا او یا په خپله له سهروردي وپوښتئ چې د ژوند مانا څه ده؟ [نو ځواب به یې بشپړ جلا وي].
حمزه بابا وايي :
ژوند ته وګوره ژوند څه دی ؟ همه کار دی ،همه کار دی
هغه ژوند په مرګ حساب دی ، په دنیا کی چی وزګار دی
نه فرهاد یی په صفت کی ، نه منصور یی په مانا کې
تا یو ګوټ مات کړی نه دی ، وایی عمر می په دار دی
په ډیوه د خپل عمل کې د وجود وینه که تیل کړی
ستا د پاره تیاره نشته ، هر وطن درته بازار دی
بی کاري به هم یو کار وی ، خو حاصل ورځنی نشته
د مقصد مزل یی کوم شو ، هغه اوښ چی بی مهار دی
د هستی په لویه لاره ځی وختونه نه ودریږی
ای پښتونه ولی ناست یی ستا وچا ته انتظار دی
په بل ځای کې حمزه بابا وايي :
لولم یې په دې چې یې عنوان انسانیت دی
خدایه! د هستۍ چې تا ویلې افسانه
نه کړي سرکوزي دا طبیعت دی، د ژوندون
سر په هر حالت کې هم اوچت دی، د ژوندون
عمر که همه په حوادثو وي، لړلی
نه زغمي فنا چې کوم لذت دی، د ژوندون
پټ که سپرلی دی، که محسوس په رنګ و بوی دی
نښه د وجود هر حرکت دی، د ژوندون
خدایږو چې لباس د کاینات پرې لنډ و تنګ دی
دومره بې انداز قد و قامت دی، د ژوندون
حسن چې هر چا وته جلوه په جدا رنګ کا
بې له دې څه نه دی، یو صفت دی د ژوندون
دا په سراپا کې چې د ښکلو زړه راښکون دی
دا شوخي او ناز و نزاکت دی، د ژوندون
مخ کې چې د مړيو ښکلا نه وي، څه پوهېږې
دا ځکه چې شوی ترې هجرت دی، د ژوندون
عقل دی، که پوهه ده، که علم، که هنر دی
ښکاري مختلف خو یو صورت دی، د ژوندون
ژوند حمزه واحد دی چې ظاهر دی په کثرت کې
یو دی، اکي یو دی، که کثرت دی، د ژوندون
رحمان بابا وايي :
د آشنا د ميني لاس ځما ګرېوان دي
زه په دا کار کښي هیڅ عذر نلرم
عاشقانو باندې حق د معشوقو دي
حق به ولي په باطله بدلوم
ما چه فرض په خپل ځان کړه د یار مینه
ترو له فرضو غاړه څه رنګ غړوم
دا څه ژوند دي چه یار نه وینم په سترګو
زه رحمان په جهان سترګي غړوم
نن ورځ مانا ورکه شوې، د انسان د اوسنۍ لالهاندۍ او پردېتوب اصلي لامل همدا دی؛ په اصل کې د غرب غربت همدا دی . سهروردي یو بل رساله لري چې “قصة الغربة الغربية” نومېږي. دا “غرب” چې هغه یې یادوي، موخه یې جغرافیایي لوېدیځ نه دی، بلکې پخپله د انسان په وجود کې د مادې او تن تیاره نړۍ ده. انسان کله چې د ژوند له اصلي مانا او خپل معنوي حقیقت سره پردی شي، نو ” پردیتوب یا غربت” ورمخه کړي؛ دا خبره د غربت الغربیه په داستان کې راغلې ده.
سهروردي اته سوه کاله پخوا په همدې ټکي ګوته اېښې ده؛ هغه یو اشراقي حکیم دی. اته سوه کاله وړاندې یې د دې ټکي د روښانولو لپاره د غربت الغربیه داستان ولیکه، خو نن داسې ښکاري لکه سهروردی چې د نننۍ زمانې په ژبه خبرې کوي؛ کله چې ورته ګورې، داسې برېښي لکه هغه چې پخوا لا پوهېده چې موږ مډرن انسانان به له کوم روحي ناورین او برخلیک سره لاس او ګرېوان یو.
هو، موږ نن ورځ خورا ډېر علمي پرمختګ لرو، د ژوند هوساینه لرو او انکار ترې نه کوو. ان ښېګڼې یې هم نه ردوو او نه وایو چې بدې دي، بلکې خورا ښې دي؛ خو په کوم قیمت؟
ایا دا هر څه چې موږ ترلاسه کړي، په کومه بیه زموږ په برخه شول؟ دا هر څه باید وي او شتون یې ښه دی، خو په دې قیمت چې موږ د ژوند مانا له لاسه ورکړو؟ د خپل انساني هویت او مانا اصلي جوهر له لاسه ورکړو؟ د غریزې تر کچې راښکته شو او یوازې د یو کمپیوټر په څېر شو چې له هغې پرته بل څه نه یو؟ انصافاً چې دا پر انسان خورا لوی ظلم دی.
سهروردي همدې ټکي ته اشاره کوي؛ انسان باید د شپه روڼکي حشرې په څېر نه وي چې ووایي زه ولې د لمر تر احسان لاندې لاړ شم؟ موخه دا ده: دا ښکلې سترګې چې پرې وياړې، وګوره چې چا پیدا کړي! دا د اورېدو ځواک چې ورباندې نازېږې، وګوره چې دا چا پنځولي! دا لوړه دنګه ونه چې د هېندارې مخې ته ورګورې، وګوره چې دا چا جوړ کړې! [انسان باید] له مخلوق څخه خالق ته ورسېږي او له انځور څخه د انځورګر لور ته لار ومومي.
د انسان د لوېدو او ځوړتیا پړاو دا دی چې انځور خو ښکلی وګوري، خو د انځورګر په فکر کې نهوي؛ دا [تیوري] همدې چارې ته مخونه ورکوي. بیا د دې بل بېلاریتوب دلته ویني چې د دې په لټه کې وي چې شپه روڼکی حشره کوم ډول بوټي پاڼې خوري، ترڅو دا هم هغه وخوري او د هغه په څېر ترې رڼا ووځي.
دا کټ مټ د ننني پېر د مصنوعي کېدو په مانا ده؛ [داسې چې انسان وایي] نورو چې څه کړي، زه یې هم باید وکړم ترڅو د هغوی په څېر شم؛ حال دا چې له دې لارې هیڅ ځای ته نه رسي.
کله چې انسان د ژوند مانا له لاسه ورکړي، نو له یو مړزان او بېروحه نقل کونکي (مقلد) پرته بل څه نه وي. [سهروردي] څومره ښکلي غږېدلی! دا د سهروردي عملي حکمت دی؛ ګنې په نظري حکمت کې خو بیا خورا اوږدې کیسې او ډېر لوړ مفاهيم لري.
نو اوس لاره څه ده؟
سهروردي وایي: “شېخ ته مې وویل: داسې څوک شته چې د خپل وجود له هر څه (مادي غوښتنو او علایقو) تېر شي؟ (انسان کله کله داسې ستړیا ننګیري چې له ټولو تړاوونو ازادېدل غواړي). شېخ (همغه د باطن طبیب) وویل: اصلي سړی همغه دی. ما وویل: کله چې هغه هیڅ نهلري، نو ژوند به په کومو اسبابو او وسایلو تېروي؟ شېخ وویل: څوک چې په دې اند وي، هغه هیڅکله خپل هر څه نه ورکوي (تړاوونه نه شلوي)؛ خو هغه څوک چې خپل هر څه شندي او ورکوي، بیا د داسې څیزونو فکر نه کوي.”
څوک چې له مادي تړاوونو تېر شو او د خپل شتون او وجود اصلي جوهر ته ورسېد، نو بیا دا فکر نه کوي چې زه به نور څه کوم او هیڅکله اندېښمن نه وي. که څوک د خپل وجود او هستۍ په اصل او حقیقت خبر شو، په اصل کې حق (خدای پاک) ته رسېدلی دی او د داسې چا زړه بیا د نن او سبا هیڅ اندېښنه نهلري
سعدي وايي:
به جهان خُرَّم از آنم که جهان خُرَّم از اوست
عاشقم بر همه عالم که همه عالم از اوست
« زه په نړۍ ځکه خوشحاله یم چې د الله (ج) د قدرت او ښکلا نښه ده، او په ټول کائنات ځکه مین یم چې دا هر څه د هغه مخلوق دي. »
سهروردي وايي : « د توکل نړۍ، څومره ښکلې او خوندوره نړۍ ده؛ خو له خونده یې هر څوک نه برخمنېږي»
خوند [په اصل کې] څکل دي؛ دا کوم بل مفهوم نه دی، بلکې تر ذهني مفهوم لوړه مرتبه ده. د دې لارې خوند او څکل هر چا ته نه ورکول کېږي؛ یوازې هغه چا ته یې ورکوي چې ښکلا څکي.
ښکلا څه ده؟ په دې اړه خورا ډېر بحثونه شوي او د ښکلا لپاره ډېر تعریفونه وړاندې شوي، خو وروستۍ او غوڅه خبره هېچا نه ده کړې.
یو حکیم وایي: ښکلا هغه څه ده چې د انسان ټول شتون، یعنې د هغه روح او جسم، له هر ډول اړونې او تحریف پرته ښکاره شي او ظهور پیدا کړي.
په پیدایښت کې د حق هستي ښکاره شوه.
هنرمند هغه دی چې خپل ټول وجود یې په خپل هنر کې څرګند شي او هیڅ ډول اړونه (تحریف) په کې نه وي شوي؛ که چېرې یې په یو ځای کې څه زیات او کم شول، بېځایه شول یا تېروتنه پکې وشوه، نو هلته بیا ښکلا له منځه ځي. خو که د هغه ټول وجود په ډېرې ریښتینولۍ په خپل اثر کې راښکاره شي – یعنې فکر، تن او روح یې په کې منعکس شي – نو هغه تر ټولو ښکلی هنر دی.
اوس چې حق تعالی دا نړۍ پیدا کړې ده، نو خپل ټول صفات یې پکې څرګند کړي؛ او حق تعالی له خپلې ټولې هستۍ سره، په انسان کې ظهور کړی.
خو خدای پاک چېرته خپل ټول صفات بې له کومې اړونې او تحریفه ښکاره کړي؟
د انسان د وجود په هېنداره کې.
نو ځکه انسان د دې نړۍ تر ټولو ښکلی موجود دی او بیا همدا انسان دی چې کولای شي په دې نړۍ کې نورې ښکلاوې وویني او درک یې کړي.
فروغ بسطامي وايي :
با صد هزار جلوه برون آمدی که من
با صد هزار دیده تماشا کنم تو را
کی رفتهای ز دل که تمنا کنم تو را
کی بودهای نهفته که پیدا کنم تو را
غیبت نکردهای که شوم طالب حضور
پنهان نگشتهای که هویدا کنم تو را
با صد هزار جلوه برون آمدی که من
با صد هزار دیده تماشا کنم تو را
چشمم به صد مجاهده آیینهساز شد
تا من به یک مشاهده شیدا کنم تو را
« ته کله له زړه وتلی یې چې د بېرته ترلاسه کولو هیله دې وکړم؟ او ته کله پټ شوی یې چې زه دې بېرته پیدا کړم؟
تا کله غیبت کړی چې زه دې د حضور غوښتونکی شم؟ او ته کله پټ شوی یې چې زه دې ښکاره کړم؟
ته په سلګونو زره جلوو او نندارو څرګند شوی یې، ترڅو زه په سلګونو زره سترګو باندې ستا ننداره وکړم.
زما سترګو په سلګونو مجاهدو او ریاضتونو سره د هندارې په څېر صفا او ځلا پیدا کړه، ترڅو ستا په یوه لیدلو ځان په تا باندې مئین او شیدا کړم.
توکل
توکل اینست که انسان با خودش تنها باشد، با خودش که تنها شد، چاره هر دردی را بطلبد، دارو اش می اید.
مادامیکه خودش را نیابد، و تنهایی اش را نیابد، توکل واقعی ندارد، چون به غیر وابسته است. وقتی که به خود رسید، از غیر ګسیخت، تنهایی خود را که یافت، میبند، که تنهايي او تنهايي مظهر حق است. اصلاً خود به خود این توکل است، دیګر لازم نیست، تصمیم بګیرد.
توکل دا دی چې انسان له ځان سره یوازې شي؛ چې له ځان سره یوازې شو او د هر درد چاره یې وغوښته، نو درمل یې راځي. تر هغه چې خپل ځان پیدا نه کړي او خپله یوازیتوب ونه مومي، رښتینی توکل نه لري، ځکه چې په بل (غیر) پورې تړلی دی. کله چې خپل ځان ته ورسېد، له بله یې هیلې پرې کړې او خپله یوازیتوب یې وموند، نو ویني چې د ده یوازیتوب د حق (خدای) د مظهر یوازیتوب دی. په اصل کې دا په خپله توکل دی او اړتیا نشته چې پرېکړه وکړي.
وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (طلاق/۳)
امام حسین میګوید :
مَا ذَا وَجَدَ مَنْ فَقَدَکَ وَ مَا الَّذِی فَقَدَ مَنْ وَجَدَکَ – هغه چا څه وموندل چې ته یې له لاسه ورکړې؟ او هغه چا څه له لاسه ورکړل چې ته یې وموندلې
توکل په لفظ او مفهوم نه دی؛ رښتینی توکل هلته دی چې ته خپله هغه یوازیتوب (وحدت) وپېژنې او پوه شې چې دلته له حق تعالی سره یې. کله چې له غیر حق څخه بشپړ پرېکون (انقطاع) حاصل شو، نو پخپله له حق سره یې، همدا توکل دی.
له ابن ابي العوجاء سره د امام صادق (رحمه الله علیه) مرکه:
امام: اې د خدای بنده! آیا کله په کښتۍ کې سپور شوی یې؟
هغه وویل: هو.
امام: آیا داسې پېښ شوي چې کښتۍ دې ماته شي او د ژغورنې لپاره نه بله کښتۍ وي او نه داسې تکړه لامبوزن چې ستاسو لاس نیوی وکړي؟
هغه وویل: هو، داسې پېښه شوې ده.
امام (رح): آیا د ډوبېدو په هغه حساسه شېبه کې چې له هرې خوا ناهیلی شوی وې، زړه دې داسې یو ځواک او حقیقت ته متوجه شو چې کولای شي تا له دې مرګوني حالته وژغوري؟
سړي وویل: هو، د زړه په تل کې مې همداسې یو ځواک ته هیله پیدا شوه.
امام صادق (رح) وفرمایل:
دا هماغه ځواک دی چې زړه دې ورته متوجه شو؛ یعنې وسمن خدای. هغه په داسې حال کې د انسان ژغورونکی دی چې هیڅ بل ژغورونکی شتون نلري او هغه مهال فریاد ته رسیږي چې بل هیڅ فریادرس نه وي.
امام صادق ابن ابي العوجاء ته وویل: کله چې د سمندر له لارې سفر کوې او د کښتۍ د ډوبېدو په شېبه کې له هر څه ناهیلی شې، هلته انسان خپل واقعي یوازیتوب ته رسیږي. په داسې حال کې چې سړی په بشپړه توګه یوازې شي، نو بل چا ته پناه وړي؟ بې شکه چې یوازې خدای ته.
-
ټیګونه:
- او ستا د ژوند اصلي مانا څه ده؟
- باطني ښکلا او د حق د صفاتو هېنداره:
- باطني غفلت
- پښتو صوفیانه مطالب
- پښتو عرفانی ادبیات
- په پښتو کې عرفانی مطالب
- تصوف او عرفان په پښتو ژبه
- تصوفی مطالب پښتو
- خو که خپله د کمپیوټر په څېر تعریف شي
- ځانپېژندنه او باطني خلوت:
- څه غواړې
- د انسان مانیز مقام او د نوې نړۍ بېماناتوب
- د انسان مساپری او ازلي برخلیک
- د سهروردي د اثارو څېړنه
- د سهروردي دویم تمثیل (د شپې د ځلېدونکي چینجي رمز):
- د سهروردي لومړی تمثیل (غافل شتمن):
- د نفس اسارت او مډرنه لالهاندي:
- رښتینی توکل او له غېره پرېکون
- روحاني طبیبان او د غفلت ښکاریان
- سهروردي څوک دی
- عرفاني مطالب په پښتو کې
- که انسان کمپیوټر جوړوي
- له ازلي اصل سره د انسان پیوستون:
- له ځانه وپوښته چې ته څوک یې
- نو د انسان له وجوده څه پاتې کېږي؟
- ولې راغلی یې