بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ رښتینی کلام او باطني زړورتیا؛ د حقیقت د لټون سپېڅلې انګازه لنډیز : دا لیکنه د کلام، خبرو اترو، فکر او حقیقت ترمنځ د ژورې اړیکې په اړه ویینه کوي او هڅه کوي وښيي چې رښتینې خبرې یوازې د الفاظو تبادله نه ، بلکې د حقیقت د موندلو، د عقل د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
رښتینی کلام او باطني زړورتیا؛ د حقیقت د لټون سپېڅلې انګازه
لنډیز :
دا لیکنه د کلام، خبرو اترو، فکر او حقیقت ترمنځ د ژورې اړیکې په اړه ویینه کوي او هڅه کوي وښيي چې رښتینې خبرې یوازې د الفاظو تبادله نه ، بلکې د حقیقت د موندلو، د عقل د ویښولو او د انسان د باطن سمونوزله ده. په لیکنه کې د کلام منځپانګه، د وینا او فکر اړیکه، د خبرو اترو له زمان او مکان هاخوا تلپاتې ارزښت، د خبرو اداب، د پوښتنې او ځواب اهمیت او د انسان له خپل ځان سره د رښتینې خبرې اړتیا څېړل شوې ده.
په دې ویینه کې ټینګار کېږي چې د رښتینې وینا بنسټ له خپل ځان، عقل، وجدان او باطن سره رښتینولي ده؛ ځکه څوک چې له ځان سره په صداقت نه وي، له نورو او له نړۍ سره هم د حقیقت پر بنسټ خبرې نه شي کولای. له همدې امله، رښتینې خبرې هغه مهال د حقیقت هنداره ګرځي چې له تعصب، مصلحت، ځانښودنې او د مقابل لوري د غولولو له نیت څخه پاکې وي.
لیکـنه د کلام او الهي وینا موضوع ته هم ورځي او د «الست» له عهده نیولې، د الهي کلام، انسان، کامل انسان او د رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) د مقام په اړه عرفاني لید وړاندې کوي. په دې لړ کې د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) د «کامل انسان» په توګه د مقام او د الهي وینا له حقیقت سره د هغه د ځانګړې اړیکې په اړه بحث کېږي.
د لیکنې په وروستیو برخو کې بحث د حقیقت سره د مینې، باطني مېړانې او د حق په وړاندې د انسان د مسؤلیت پر موضوع راټولېږي. په همدې تړاو د پښتو ادب د سترو شاعرانو او عارفانو، په ځانګړي ډول خوشحال بابا او حمزه بابا، له شعرونو بېلګې راوړل کېږي. د خوشحال بابا په شعرونو کې د حضرت عليؓ، اهلبیتو، محمدي مقام او د حق او عدالت له مفاهیمو سره تړلی فکري دریځ راڅرګندېږي؛ په داسې حال کې چې حمزه بابا د عشق، عرفان، ولایت او د انسان د باطني ودې موضوع په شاعرانه ژبه بیانوي.
د حمزه بابا د «کربلا» په تړاو بیت او د خوشحال بابا نور شعرونه په پای کې د دې لپاره راوړل شوي چې د لیکنې اصلي مفکوره—یعنې د حقیقت په لاره کې باطني مېړانه، د حق ملاتړ، له باطل سره نه جوړېدل او د وجدان غږ ته وفاداري—په شاعرانه او محسوسه ژبه لا روښانه کړي. په دې توګه، د دغو شاعرانو شعرونه د لیکنې له عرفاني بحثه جلا برخه نه، بلکې د هغې د اصلي پیغام ادبي او فکري انځور دی.
په ټوله کې، لیکنه لوستونکی دې پایلې ته رسوي چې رښتینی کلام هغه دی چې له رښتینولي، فکر، معرفت او حقیقت سره تړلی وي؛ او هغه انسان چې له حقیقت سره مینه ولري، د باطني مېړانې، آزاد فکر او حقپالنې خاوند کېږي. د خوشحال بابا او حمزه بابا شعرونه د همدې تلپاتې حقیقت شاعرانه انعکاس دی.
خپلې خبرې
انسان د کایناتو په دې ستر کتاب کې یوازینی موجود دی چې یوازې د لیدلو او اورېدو توان نه لري، بلکې د مانا د موندلو، د حقیقت د پوښتنې او د خپل وجود د تفسیر وړتیا هم ورسره مل ده. همدا ځانګړنه ده چې د انسان ژوند د الفاظو له تبادلې پورته وړي او خبرې اترې د حقیقت د کشف، د عقل د ودې او د روح د ویښتیا په یوه سپېڅلي سفر بدلوي. که خبرې یوازې د ژبې حرکت وای، نو د تاریخ زرګونه ویناوې به نن له خاورو سره خاورې شوې وای؛ خو هغه کلام چې له ژور فکر، ویښ وجدان، پاک نیت او رښتیني باطنه راولاړېږي، د زمان او مکان له پولې اوړي او د نسلونو په حافظه کې تلژواندی شي.
د انسان د ژوند ډېری ستونزې له دې ځایه نه پیلېږي چې هغه له نورو سره خبرې نه کوي، بلکې له دې ځایه راولاړېږي چې له ځان سره یې خبرې پرېښې. څوک چې له خپل وجدان سره پردی شوی وي، له خپل عقل سره یې اړیکه شلېدلې وي او خپل باطن یې د شهوت، مصلحت او ظاهري ګټو تر دوړو لاندې پټ کړی وي، که هر څومره ډېرې خبرې هم وکړي، خبرې یې د حقیقت استازیتوب نه شي کولای. ځکه د کلام ارزښت د الفاظو په ښکلا نه، بلکې د ویونکي د باطن په صفا، د نیت په پاکوالي او د حقیقت په مینه کې نغښتی وي.
حقیقت تل له انسانه دا غوښتنه کوي چې لومړی خپل ځان وپېژني، خپل زړه وپلټي، له خپل عقل سره پخلا شي، روغه ورسره وکړي او د وجدان غږ ته غوږ شي. کله چې انسان له خپل باطن سره رښتینی شي، نو د ده خبرې نور د ځان زبادولو ، د خلکو د اغېزمنولو او یا د ګټې د ترلاسه کولو وزله نه وي؛ بلکې د حقیقت د راڅرګندېدو لاره ګرځي. په همدې ځای کې کلام له یوې عادي وزلې د حکمت، معرفت او الهام په سرچینه بدلېږي. هماغه وخت دی چې د انسان ژبه د زړه ژباړونکې او د عقل استازې کېږي، نه د نفس او هوس.
همداراز د تاریخ سترې اندیزې او عرفاني وګړې هم په همدې راز پوه شوي وو. د دوی د کلام تلپاتې اغېز د ادبي صنعت، شاعرانه تخیل او لفظي ښکلا له لامله نه؛ بلکې د دې لپاره دی چې دوی د خپل وجود تر ټولو ژورو پوړونو پورې د صداقت سفر کړی و. هغوی لومړی خپل باطن تصفیه کړ، له خپل عقل او وجدان سره یې پخلاينه وکړه، بیا یې خبرې وکړې. ځکه خو د دوی هره جمله د تجربې، هر بیت د یقین او هره وینا د حقیقت له رڼا ډکه ده.
رحمان بابا د زهد او عرفان په ژبه، خوشحال خان د مېړانې او حکمت په بیان، حمزه بابا د عشق او معرفت په نغمو او غني خان د فلسفي تأمل او ازاد فکر په رڼا کې، ټول په یوه حقیقت راټول شوي: انسان تر هغه وخته له نړۍ سره رښتینی نه شي کېدای، څو له خپل ځان سره رښتینی نه وي. د دوی د کلام قوت په همدې کې دی چې د شهرت، واک، مال او مادي غرض پر ځای یې د حقیقت امانت ساتلی دی. نو ځکه یې کلام د وخت په تېرېدو نه زړېږي، ځکه د زمانې له غوښتنو سره نه، بلکې د انسان د فطرت له ژورو اړتیاوو سره تړاو لري.
دا لیکنه هم د همدې ستر حقیقت پر چورلیز راڅرخي. دلته خبرې یوازې د خبرو د فن په اړه نه دي، بلکې د کلام د هستۍ، د پوښتنې د ارزښت، د عقل د مقام، د باطن د صفا، د وجدان د ویښتیا، د حقیقت د لټون او د انسان د دروني بدلون په اړه دي. لیکنه هڅه کوي وښيي چې هره رښتینې پوښتنه د معرفت یوه دروازه ده، هر صادق کلام د حقیقت یوه هنداره ده او هر هغه انسان چې د خپل نفس له زندانه راووځي، د کایناتو له حقیقت سره ژوره اړیکه مومي.
په داسې زمانه کې چې د خبرو شمېر ډېر شوی، خو د تفاهم رڼا کمه شوې؛ معلومات زیات شوي، خو حکمت کم شوی؛ غږونه لوړ شوي، خو د وجدان اوازونه ورو شوي، د دې ډول ویینو اړتیا تر بل هر وخت ډېره ده. نن انسان تر هر څه وړاندې اړتیا لري چې له خپل ځان سره بیا خبرې پیل کړي، خپل باطن واوري، خپل عقل راویښ کړي او خپل کلام د حقیقت د خدمت وزله وګرځوي، نه د ځان د اثبات، تعصب، شهرت او مصلحت وزله.
که دا سفر له انسانه پیل شي، نو د هغه کلام به یوازې د غوږونو تر پولې محدود نه پاتېږي، بلکې د زړونو تر ژورو به لار ومومي. همدا هغه راز دی چې د تاریخ ستر شاعران، عارفان او حکیمان یې تلپاتې کړي؛ ځکه د دوی خبرې د ژبې غږ نه و، بلکې د حقیقت انګازه وه، او حقیقت هغه رڼا ده چې د زمانې په تېرېدو نه مړه کېږي، بلکې له هر نوي کهول سره نوې مانا پیدا کوي.
د حقیقت مینه یوازې یو ذهني باور نه، بلکې د انسان په وجود کې د مېړانې، آزادۍ او اخلاقي مسؤولیت سرچینه ده. څوک چې د حقیقت په رڼا کې ژوند کوي، هغه نور د قدرت، شهرت، سازښت یا مصلحت او وېرې اسیر نه پاتېږي. ځکه زړه یې له داسې یقینه ډکېږي چې د هر ډول باطل ځواک پر وړاندې یې ټینګوي. همدې حقیقت ته په اشارې سره لیکنه څرګندوي چې له آره، څوک چې په حقیقت مئین وي، هغه توریالی او زړورېږي. دا زړورتیا د تورو او نیزو زړورتیا نه، بلکې د فکر، وجدان، ایمان او صداقت زړورتیا ده؛ هغه مېړانه چې انسان د خپل وجدان پر خلاف له خبرو، لیکنو او کړنو ژغوري او د حق د ویلو جرئت وربښي.
د پښتو ادب دوه ستر عارفان او فکري ننګیالي، خوشحال بابا او حمزه بابا، د همدې باطني مېړانې تر ټولو ښکلي استازي دي. د دوی په اند، د حقیقت دا ځواک د رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) د اهلبیتو له مینې او د محمدي – علوي ښیون له رڼا سره نه بېلېدونکی تړاو لري. خوشحال بابا په داسې تاریخي چاپېریال کې چې د دغسې باور څرګندول اسانه نه وو، په زغرده وایي:
د علي د آل دوستي د ایمان زړه دی
څوک دی شک په دا په زړه نه راولي
دا یوازې یو اعتقادي شعار نه، بلکې د هغه د ټول اندیز غونډال چورلیز دی. د خوشحال بابا په اند، ایمان هغه مهال بشپړېږي چې له حقیقت، عدالت او الهي ولایت سره وتړل شي. نو ځکه هغه د حضرت علي (رض) ذوالفقار د مادي ځواک نښه نه، بلکې د علم، عدالت او حقیقت د بریا سمبول ګڼي. هغه ځواک چې «شیطان یې بند کړی په قفس دی»، په حقیقت کې د انسان د نفس، جهل او ظلم د ماتولو ځواک دی، نه د انسانانو د ځپلو وزله.
حمزه بابا بیا همدې حقیقت ته د عشق او عرفان له زاویې ګوري. هغه خپله مانیزه هستي د «بوترابه» له خاورې سرسبزه بولي او په دې توګه څرګندوي چې د انسان د روح شنه کېدل د ولایت، معرفت او باطني روزنې له برکته دي. کله چې وایي:
شوه سرسبزه مې هستي له بوترابه
د دانې نه رسېدلی تر پلي یم
نو موخه یې یوازې شعري ښکلا نه ده، بلکې دا ده چې انسان هغه وخت له یوې وړې دانې تر یوې شنې او ګټورې ونې رسي چې د حقیقت په خاوره کې وکرل شي.
د حمزه بابا وروستی بیت بیا د ټول عرفاني فکر لنډیز دی:
کربلا شي ما حمزه ته چې دانه وي
د حسین د ذکر فکر عملي یم
دلته کربلا یوازې یوه تاریخي پېښه نه، بلکې د هرې زمانې د حق او باطل د مقابلې نوم دی. د حسیني فکر عملي کېدل یعنې په هر وخت کې د ظلم پر وړاندې درېدل، د حق ملاتړ کول، له باطل سره نه جوړېدل او د وجدان اواز تر هر ډول سازښت یا مصلحته لوړ ګڼل. همدا هغه باطني زړورتیا ده چې انسان د حقیقت عاشق، د کلام امین او د وجدان استازی ګرځوي.
له همدې لامله د رحمان بابا، خوشحال بابا، حمزه بابا او غني خان کلام تر نن ورځې ژوندی دی. د دوی د شعر تلپاتې والی د الفاظو په ښکلا کې نه، بلکې په دې کې دی چې هغوی د حقیقت امانت وساته، له خپل باطن سره رښتیني پاتې شول او خپل کلام یې د نفس او مصلحت پر ځای د حق او معرفت په خدمت کې وکاراوه. ځکه خو د دوی خبرې د زمانې له بدلون سره نه زړېږي، بلکې د هر نوي کهول لپاره د حقیقت د لټون نوې رڼا ګرځي.
لړلیک
الهي وینا او د کلام تلپاتې معجزه. 5
د وینا ډګر او د زمان او مکان له منځه تلل. 6
انسان ولې له ځان سره قهرېږي؟. 9
کلام؛ د رښتینولۍ په رڼا کې د حقایقو هنداره. 10
څوک چې په حقیقت مئین وي، نو توریالی او زړور کېږي.. 11
باطني مېړانه او د حقیقت ابدي واک.. 12
باطني زړورتیا او د حق له رسۍ (اهلبیتو) سره نښلون. 14
د کلام منځپانګه
د خبرو اترو او په ټولیز ډول د خبرو منځپانګه یا ماهیت له دریو برخو جوړېږي: ویونکی، اورېدونکی او هغه موضوع چې د دوی ترمنځ اوڅارېږي، چې هماغه عیني واقعیت دی.
علم تل یوې ځانګړې موضوع ته متوجه وي او خبرې هم تل د کوم څه په اړه کېږي؛ اورېدونکی د یو څه په اړه اوري او ویونکی د یو څه په اړه وایي.
هغه «په اړه» هماغه واقعیت دی چې په دې منځ کې پروت دی؛ دا واقعیت په دوامداره توګه د دوو افقونو یا دوو کړکیو په لور پرانیستل کېږي، چې هماغه ویونکی او اورېدونکی دي.
که خبرې اترې ونشي، واقعیت نه رابرسېرېږي، ځکه د حقیقت موندنه په خبرو اترو کې نغښتې ده. دا خبرې اترې کله د دوو کسانو ترمنځ وي او کله د انسان له خپل ځان سره؛ یعنې انسان پخپله هم له ځان سره خبرې اترې کولای شي.
که دا تعریف او اډانه په پام کې ونیسو، نو ډېر حقایق روښانېږي. خبرې اترې خامخا دا نه دي چې یو فزیکي وجود دې زما مخې ته ناست وي؛ بلکې دا د فکر خصلت دی او وینا، د همدې فکر بیان دی.
وینا او د فکر ابدیت
که وینا د فکر او اندېښنې څرګندویي ونه کړي او تفکر پکې نغښتی نه وي، نو هېڅکله وینا نشي ګڼل کېدای؛ کومه خبره چې له فکري منځپانګې خالي وي، یوازې یو بې مانا او تېرېدونکی غږ دی.
وینا تل د یوې مانا ښکارندویي کوي او اورېدونکی تل د کلام له لارې غواړي هماغه مانا ترلاسه کړي.
په دې ډګر کې د وخت او ځای پولې له منځه ځي؛ ځکه فکر او اندېښنه د وخت او ځای په بند کې نه راګېري. دا سمه ده چې فکر د تاریخ په اوږدو کې څرګندېږي (څرګندېږي، نه دا چې رامنځته کېږي، ځکه د دې دواړو ترمنځ توپیر دی)، خو فکر له دې لامله چې فکر دی، نه د وخت په واک کې دی او نه د ځای، بلکې له دواړو پورته ځي.
له دې لامله چې فکر د وخت او ځای په بند کې نه راګېري، نو د خبرو اترو لپاره دا شرط نه دی چې کسان دې خامخا مخامخ ناست وي. خبرې اترې له زمان او مکان څخه پورته دي او موږ په اسانۍ سره له تېرو کسانو، عالمانو او حکیمانو سره د خبرو اترو جوګه کېدای شو.
د خبرو اترو لپاره د زمان او مکان حضور شرط نه دی؛ په دې ډګر کې څومره چې اړیکه صمیمانه او له همدلۍ ډکه وي، هغومره هغه منځنی برید او تر ویینې لاندې واقعیت لا زیات رابرسېرېږي.
په دې قلمرو کې ویلای شو چې په نړۍ کې لومړنۍ خبرې اترې په « عالم الست» کې د خدای او انسان ترمنځ شوي؛ هلته چې الله تعالی وویل: « أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ » (ایا زه ستاسو رب نه یم؟) او انسانانو وویل: « بَلَى ». له دې پورته بله انګېرنه نشي کېدای؛ هستي په خبرو اترو پیلېږي او لومړنی ویونکی الله تعالی دی، ځکه تر الله تعالی وړاندې د بل هیچا خبرې هیڅ مانا نلري.
بېشکه چې لومړنی اورېدونکی هم انسان دی؛ ایا پرښتو لومړی واورېدل که انسان؟ لومړنی واقعي اورېدونکی انسان و:
جامي وايي :
بودم آن روز درین میکده از دُردکشان
که نه از تاک نشان بود و نه از تاکنشان
« زه د مینو له پخوانيو ملګرو څخه یم، چې د ځمکې پر مخ د انګورو د بوټي نښه هم نه وه.»
مولانا:
ما به بغداد جهان جان اناالحق میزدیم
پیش از آن کاین دار و گیر و نکته منصور بود
« موږ د روح په عالم کې تر منصور وړاندې د حق غږ پورته کړی و، لا تر دې مخکې چې د منصور د دار او نېزې کیسه جوړه شي»
د وحې لومړنۍ وینا جبرائیل واورېده که رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم )؟
رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم )
« په ظاهري او تاریخي روایتونو کې داسې راځي چې جبرائیل (ع) په غارِ حرا کې رسول الله (ص) ته وحې راوړه، خو په علمِ کلام او عرفان کې پوښتنه دا ده چې آیا جبرائیل (ع) پخپله د وحې سرچینه ده که یوازې یو واسطه ده؟
د دې خبرې مانا دا ده: چې جبرائیل (ع) د پیغام رسونکي په توګه و، خو اصلي او حقیقي مخاطب پخپله رسول الله (ص) و. د وحې حقیقت د الله تعالی او د هغه د حبیب (ص) ترمنځ یو باطني پېوند دی. په عرفاني لیدلوري کې، د رسول الله (ص) روح (یا نورِ محمدي) په ټوله هستۍ او ملایکو تقدم او برتري لري. له همدې لامله، د وحې لومړنی او اصلي اورېدونکی په معنوي او باطني لحاظ پخپله رسول الله (ص) دی او جبرائیل (ع) په دې منځ کې د تنزیل او د کلام د ښکته کولو دندې ته د یوې وسیلې په توګه منځګړی و. »
الهي وینا او د کلام تلپاتې معجزه
د ازل په پیل کې د خدای لومړنۍ وینا د کامل انسان غوږونو ته ورسېده. د الست عهد، هماغه د ازل عهد دی. ازل یعنې څه؟ له ازل وړاندې څه دي؟ ازل کوم تاریخ نه دی؛ ازل، ازل دی او موږ تر ازل مخکې مهال نلرو.
په ازل کې د خدای وینا چا واورېده؟
کامل انسان، یعنې حضرت رسول اکرم (ص) د خدای وینا واورېده.
حضرت موسی «کلیمالله» دی او د خدای کلام یې اورېدلی، او حضرت عیسی پخپله «کلمة الله» دی. ټول پیغمبران د خدای کلمات دي او حضرت رسول اکرم(ص) حبیبالله او کلیمالله دی چې لومړنۍ وینا یې واورېده.
په پیل کې کلمه وه، او کلمه خدای وه.
د اهلبیتو په روایتونو کې راغلي: «نحن الکلمات الله التامات»؛ موږ د خدای بشپړې (تامې) کلمې یو.
نو د هستۍ پیل، سپېده چاود او سهار د وینا او کلمې په واسطه راختلی دی؛ په پیل کې کلمه وه، او کلمه خدای وه.
د «وینا» او «خبرو» مرتبه خورا بره ده؛ نو ځکه هر پیغمبر ځانګړې معجزه درلوده. د حضرت موسی معجزه د امسا ښامار کېدل او د حضرت عیسی معجزه د ناروغانو رغول او د مړیو راژوندي کول وو، د وخت په یوه ځانګړې دوره کې ترسره او پای ته ورسېدل.
خو د حضرت رسول اکرم (ص) اصلي معجزه پخپله «کلمه» او د حقتعالی تلپاتې وینا (قرآن کریم) دی، چې تر زمان او مکان ورهخوا دی.
د وینا او خبرو ډګر خورا پراخ دی، ځکه هر څه له وینا سرچینه اخلي. لومړنی ویونکی خدای او لومړی اورېدونکی انسان دی؛ بلکې لومړنۍ خبره چې انسان یې په ژبه راوړي، هغه هم الهي وینا ده، ځکه هغه دا کلام له خدای اورېدلی او عقل یې مخاطب شوی دی.
کامل عقل او عقلُ کل په کامل انسان کې تجلي کوي.
رسول الله (ص) فرمايي: « أَوَّلُ مَا خَلَقَ اللَّهُ نُورِي » (لومړی شی چې خدای پیدا کړ، زما نور و) او « أَوَّلُ مَا خَلَقَ اللَّهُ الْعَقْلُ » (لومړی شی چې خدای پیدا کړ، عقل و). عقل کُل د کامل انسان په وینا کې راڅرګندېږي.
رسول الله (ص) کامل انسان دی.
دا د کلام مقام دی، چې یو لوری ویونکی دی او بل یې اورېدونکی؛ په دې ویلو او اورېدلو کې یو تخاطب او ګډون (اختلاط) موجود دی چې د هستۍ حقیقت پکې تجلي کوي او که وینا نه وای، نو هستي به هېڅکله نه وای څرګند شوې.
د وینا ډګر او د زمان او مکان له منځه تلل
لومړنی کلام حقتعالی فرمایلی او لومړۍ وینا انسان اورېدلې؛ دا د انسان هماغه کلام دی چې د خدای د ولي او کامل انسان د وینا په توګه د نړۍ تر غوږونو رارسېدلی: «وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا» (او ادم ته یې د ټولو شیانو نومونه ور زده کړل)، دا په اصل کې هماغه وینا ده چې خدای انسان ته وښوده.
«اسماء» هماغه کلام او وینا ده؛ دا په اصل کې د کلام او خبرو اترو حقیقي مانا ده.
له همدې لامله، هر څه په خبرو اترو کې نغښتي او موږ باید خبرې اترې خورا جدي ونیسو، خو دا لاره خپل ځانګړي شرایط او اصول لري.
نو ځکه، په اسانۍ د زمان او مکان له پولو هخوا تللای شې، د تاریخ له تېر وخت سره خبرې کړای شې، د نړۍ په تر ټولو لرې پرتو سیمو کې ان له هر څومره لرې واټنه غږېدای شې، په حضوري او ان په خپل خلوت او یوازېوالي کې له ځان سره راز او نیاز هم کړای شې.
له آره له وینا ورهخوا بل هېڅ نلرو، بلکې ټوله هستي خپله یو الهام بښونکی کلام دی؛ کله دا خبرې اترې د دوو انسانانو ترمنځ وي او کله انسان له خپل ځان سره ، ان د کایناتو د شته ژویو خپلمنځي تعامل یو ډول وینا ده؛ ځکه د جذب او انجذاب او د فعل او انفعال دا لړۍ په ټول عالم کې په دوامداره توګه جاري ده.
ژوی یو له بل سره خبرې اترې کوي؛ هر ژوی په خپله ځانګړې ژبه غږېږي: جمادات له جماداتو سره په خپله ژبه، نباتات له نباتاتو سره په نباتي ژبه او حیوانات له حیواناتو سره په حیواني ژبه خبرې کوي.
یعنې په حقیقت کې موږ د جماداتو، نباتاتو او حیواناتو ترمنځ خپلمنځي ځانګړې خبرې اترې لرو او بیا انساني خبرې اترې هم لرو.
خو د خبرو اترو تر ټولو لوړه او عالي مرتبه چېرته ده؟
دا په انساني خبرو اترو کې ده.
ترڅو چې انسان له خپل ځان سره ونه غږېږي، ایا له نورو سره خبرې کولای شي؟
نه.
له آره وینا له خبرو اترو پیلېږي او خبرې اترې هم له پوښتنې راپیلېږي.
د یوه حکیم وینا ده چې پوښتنه د وینا تقوا ده؛ هر څه خپله تقوا لري، لکه څنګه چې راغلي: «کُلُّ شَیءٍ تَقْوی» یعنې هر شی تقوا لري.
د فکر او اندېښنې تقوا، پخپله پوښتنه ده؛ که فکر وغواړي متقي ووسي، نو تقوا یې څه ده؟
پوښتنې کول.
اوس نو، پوښتنه باید سمه او پر ځای وي؛ نه داسې پوښتنه چې له غرض او زرګونو نورو منفي انګېزو ډکه وي. پوښتنه باید د حقیقت موندنې او تلوسې (کنجکاوۍ) له مخې وشي، چې رښتینی «استفهام» رامنځته شي؛ استفهام یعنې د پوهېدو غوښتنه، یعنې دا چې انسان وغواړي په حقیقت پوه شي.
پوښتنه او ځواب دواړه له یوې سرچینې اوبه څښي ؛ ځواب له هماغه ځایه الهام اخلي له کومه ځایه چې پوښتنه راځي.
پوښتنه له کومه ځایه راځي؟ له عقل څخه؛ ځواب هم له عقله راځي، نو ځکه د دواړو سرچینه او مرکز یو دی.
خو د پوښتنې او ځواب په همدې بهیر او تللو راتللو کې، د مانا نړۍ راټوکېږي او دا خپله یو له هغو لاملونو دی چې د زمان او مکان پولې له منځه وړي.
له همدې لامله، موږ همدا اوس په بشپړې اسانۍ د خبرو اترو جوګه یو، چې نن ورځ دا حقیقت خورا روښانه او ملموس شوی. پخوا چې کله دا ارتباطي وسایل نه وو، بیا هم دا مانا شونې وه، خو نن موږ دا پېوند په خورا حسي بڼه ننداره کوو.
له آره ، ټوله نړۍ د اړیکو یو ناپایه سمندر دی، خو موږ نن دا حقیقت لا ښه درک کوو. دا چې وایي نن د اړیکو عصر دی، مانا یې دا ده چې ټوله هستي له پیله پر اړیکو ولاړه وه، خو نن موږ د ډلهییزو رسنیو په مرسته دا راز لا زیات لمس کوو.
نو دا خبرې اترې دي، او نړۍ د خبرو اترو نړۍ ده؛ خو په دې ټولو جمادي، نباتي او حیواني خبرو اترو کې – چې نړۍ د کلام او وینا نړۍ ده – له انسان سره د انسان خبرې او له انسان سره د خدای کلام، چې په حقیقت کې د انسان خبرې له انسان سره هم دي، یوه بل ډول ژورتیا لري
هر څه په همدې خبرو کې نغښتي او که انسان له انسان سره خبرې نه وای کړې او که خدای له انسان سره خبرې نه وای کړې، نو څه شی به راڅرګند شوی و؟
د خبرو اداب
موږ باید د خبرو اداب زده کړو او یو له بل سره وغږېږو؛ ، له نړۍ سره وغږېږو. په خبرو سره حقایق رابرسېرېږي، یعنې کائنات په سمه توګه خپل ځان راڅرګندوي.
لومړی شرط یې انصاف، د تعصب نه شتون او له تعصبه پاکوالی دی؛ مصلحت غوښتنه او ګټه پالنه باید پکې ځای ونه لري، ځکه ځانښودنه او تېر ایستل د بیان ترخه آفتونه دي.
کله چې زه وغواړم څوک تېر باسم (وغولوم)، زما وینا آفت زیږوونکې ده؛زما خبرې نورې خبرې نه، بلکې شیطانت دی؛ وینا شته، خو دا د شیطان د ژبې وینا ده.
رښتینولي او سپېڅلتیا د کلام آداب دي؛ له تعصبه پاکوالی دی؛ په قومي، ټبریز او توکمیزو چارو کې له بېځایه ځېله تېرېدل دي؛ دا هر څه باید شاته وغورځول شي.
وینا باید د زړه په پاکۍ او د فکر په ارامۍ وشي، ترڅو حقایق پخپله رابرسېره (څرګند) شي.
نو پایله دا شوه چې د کایناتو بنسټ پر کلام ولاړ دی؛ ځکه د خلقت سپېده چاود پر کلام و، د دین پیل پر کلام دی، وحې پخپله کلام دی، زموږ عبادت په کلام دی او یو له بل سره زموږ اړیکه هم په کلام ده.
په انسان کې یو پټ فکر شته چې هغه هم له انسان سره راز او نیاز کوي (یا خبرې کوي)، موږ باید هغه راوسپړو او کشف یې کړو.
مولانا بلخی وايي:
کیست این پنهان مرا در جان و تن
که از زبان من همی گوید سخن
بشنوید این صاحب آواز کیست
اون که گوید از زبانم راست کیست
« څوک دی چې زما په ځان او تن کې پټ دی او زما په ژبه خبرې کوي؟ واورئ، دا د اواز خاوند څوک دی؟ هغه چې زما له ژبې رښتیا وایي، څوک دی»
اوس نو پوښتنه دا ده؛ سره له دې چې نن د اړیکو پېر یا عصر دی او یو له بل سره باید ډېر وغږېږو او د خبرو اترو هر ډول وزلې هم چمتو دي، خو بیا هم انسانان یو له بل سره خبرې نه کوي؛ ایا د دې درد اصلي ریښه پخپله همدا نه ده چې تر څو انسان له خپل باطن سره د خبرو سر ونه نښلوي، له نورو سره رښتینی خبرې اترې نشي کولی؟ ایا د ننني پېر انسان له خپل ځان سره په قهر نه دی؟ موږ یو د بل تر څنګ ناست یو، خو زړونه مو فرسخونه یو له بله لرې دي
انسان ولې له ځان سره قهرېږي؟
له آره انسان له خپل عقل سره په قهرېږي؛ یعنې ګټهپالنه، د زمانې په رنګ رنګېدل، په ورځنیو چارو کې ورکېدل (روزمرګي)، په شهوتونو کې ډوبېدل او هر څه په اسانۍ ترلاسه کول… د دې لامل ګرځي چې انسان له خپل ځان سره په قهر شي.
ومو ویل، د خبرو اترو لومړی شرط رښتینولي ده.
انسان باید په لومړي پړاو کې له ځان سره رښتینی وي؛ څوک چې له خپل ځان سره رښتینی نه وي، له هیچا سره رښتینی کیدای نشي، دا ناشونې ده چې انسان دې له ځان سره رښتینی نه وي او له نورو سره دې رښتینی وي، دا بې له درواغو بل څه نه دي.
له نورو سره د رښتینيولۍ لومړی شرط دا دی چې باید له ځان سره رښتینی اوسې.
د کلام لومړی شرط دا دی چې باید له ځان سره رښتینی اوسې؛
له ځان سره رښتینولي په څه مانا ده؟
یعنې دا چې له خپل عقل سره روغه (جوړه) وکړې او په دې پوه شې چې دا خبره دې د شهوت، ګټهپالنې او تېرایستلو له مخې نه ده.
کله چې پوه شوې دا کلام د حقیقت د راسپړلو لپاره دی، او مقابل لوری هم په همدې حالت کې و، نو دا کلام خورا حقیقي او واقعي دی.
که مقابل لوری د حقیقت راسپړلو په موخه غږیږي او اوري، او تاسو هم د حقیقت د موندلو لپاره وایاست او اورئ، نو دا کلام خورا حقیقي دی او ډېر حقایق به پخپله راڅرګند شي.
خو که مقابل لوری د تېرایستلو او ګټې… لپاره تاسو ته وایي او تاسو هم د هغه د غولولو یا ګټې… لپاره وایاست، نو له آره دا بیخی کلام نه، بلکې شیطانت دی.
نو په دې توګه، د کلام لومړی او بنسټیز شرط له خپل ځان سره د افرادو رښتینولي ده.
« وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِندَ رَبِّهِمْ (یونس/۲)»
قدم صدق څه شی دی؟
دا د اندېښنې (فکر) قدم دی.
رښتینولي په فکر کې وي که په پښو کې؟
رښتینولي په فکر کې وي.
تاسو پخپل فکر او انده کې رښتیني اوسئ.
« فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِيكٍ مُقْتَدِرٍ ( قمر/۵۵) »
عند ملیک، چېرته دی، په بدن کې دی که په انده یا فکر کې؟
له آره، صدق په انده او فکر کې دی.
صدق، د اندې او فکر صفت دی.
نو په دې توګه، تاسو باید په خپلې اندې (فکر) کې رښتیني او صادق اوسئ، له ځان سره صادق اوسئ، له هغه لوري سره چې غواړئ خبرې ورسره وکړئ، باید رښتیني او صادق اوسئ؛
که له ځان سره رښتیني واست، نو له مقابل لوري سره هم رښتیني یاست؛
که انسان له ځان سره رښتینی وي، نو له ټولې نړۍ (کایناتو) سره رښتینی دی.
که انسان له ځان سره په قهر (مرور) وي، نو له ټولې نړۍ سره په قهر دی، درواغ وایي او دروغجن دی؛ څوک چې له ځان سره رښتینی نه وي، د نړۍ تر ټولو لوی دروغجن دی. که انسان له ځان سره رښتینی وي، نو کلام یې هم رښتینی وي او چې د کلام شرایط په پام کې ونیول شي، نو حقایق پخپله راڅرګندېږي.
د دې علت چې نن سبا خبرې اترې شته خو حقیقت نه راڅرګندېږي، دا دی چې انسانان له ځان سره رښتیني نه دي؛ کله چې هغوی له ځان سره رښتیني نه وي، نو دروغ وایي او مقابل لوری هم درو وایي؛
د یو خروار دروغو ویلو پایله څه کېږي؟
یوازې یو خروار دروغ!
نو په دې توګه، د کلام شرطونه خورا درانده دي او لومړی شرط یې رښتینولي ده؛
انسان څومره چې له خپل ځان سره رښتینی وي، انده (فکر) یې همغومره وده کوي، او څومره چې انده وده ومومي، دا خبرې اترې (کلام) حقایق لا زیات څرګندوي؛ او په پای کې، حقایق بې له خبرو اترو (کلام) هېڅکله نه شي کشفېدای.
کلام؛ د رښتینولۍ په رڼا کې د حقایقو هنداره
د حقایقو راسپړنه، د کلام او خبرو اترو په بند او ګرو کې ده؛ که دا حقایق ټولنیز وي، که فزیکي وي، که د کایناتو د تکوین په اړه وي او که اعتباري، سیاسي او ټولنیز حقایق وي.
د نړۍ حقایق، د کایناتو هستي، جمادات، نباتات، د نړۍ حیوانات او ان د کایناتو فزیک، بیا تر دې چې د نړۍ معنویت او روحانیت ته ورسیږو؛ دا ټول د رښتینولۍ (صدق) په رڼا کې رابرسېره کېږي.
د کلام تر ټولو بنسټیز شرط دا دی چې انسان لومړی له ځان سره رښتینی وي؛ ځکه له نورو سره رښتینولي، له خپل باطن سره په رښتینولۍ پورې تړلې او که داسې نه وي، نو دا به بې له پلمې او دروغو بل هېڅ نه وي.
کلام د وخت او ځای په قید کې نه دی؛ هره شېبه، هر ځای او هر پېر کې له خپل هغه مخاطب سره چې زموږ همراز، همخواله او د زړه مل دی، وغږېږو؛ او د دوو همرازانو او همخوالو په دې خبرو کې به کوم داسې اسرار او حقایق وي چې رابرسېره نشي؟ د انسان د ژوند تر ټولو ښکلې ننداره، له خپل ژور همراز او همخوالي سره خلوت، صمیمانه او رښتینې خبرې اترې دي.
مولانا بلخي وايي:
ای بسا هندو و تُرکِ همزبان
ای بسا دو تُرک چون بیگانگان
پس زبانِ محرمی خود دیگرست
همدلی از همزبانی بهترست
«ډېر ځله داسې وي چې یو هندو او تُرک په ژبه یو وي (همژبي وي)، خو ډېر ځله داسې هم وي چې دوه تُرکان د پردیو غوندې وي.
نو په دې توګه، د محرمیت او زړه د راز ژبه یو بل څه ده؛ ځکه د زړونو ملګرتیا (همدلي) تر همژبۍ خورا غوره ده.»
د کلام لومړنی او بنسټیز شرط د زړونو یووالی (همدلي) ده.
کلام د نسلونو او اندونو ترمنځ د نښلون کړۍ ده.
راته پکار ده چې نن د کلام آداب زده کړو، بلکې ټولې نړۍ ته پکار ده چې د کلام په آدابو پوه شي؛ ارمان چې د نړیوالو غوږونه د کلام له آدابو سره بلد شوي وای او یو له بل سره یې په رښتینې توګه خبرې کړې وای، چې بیا به د جګړې، ښکېلاک، زورواکۍ او زبېښاک هېڅ نښه نښانه نه پاتېده
حافظ شیرازي :
از صدایِ سخنِ عشق ندیدم خوشتر
یادگاری که در این گنبدِ دَوّار بِمانْد
« بې د مینې د کلام له غږه مې بل هېڅ داسې ښکلی یادګار ونه لید، چې تر دې څرخېدونکي اسمان لاندې پاتې شوی وي »
رښتینی حکمت یعنې مینه؛ او مینه هماغه رښتینولي ده چې مخکې یې یادونه وشوه.
د مینې کلام، هماغه رښتینی کلام دی؛ هغه کلام چې د تېرایستلو نیت پکې نه وي. د حقیقت عاشقان شئ، ځکه کله چې د حقیقت په مینه کې ډوب شوئ، نو د ولس له مینې سره به هم وتړل شئ. کله چې د حقیقت عاشق وې، نو کلام دې رښتینی او مینهناک دی؛ او د مینې د کلام هنر دا دی چې ټول ګډونه وي او د هر چا غوږونو ته ورسېږي.
کله ناکله شونې ده چې رښتینولي وي؛ خو حکمت نه وي، خو کله چې کلام له حکمت او رښتینولۍ سره غاړه غړۍ او مل شي، نو ټوله نړۍ عطراګینه (خوشبویه) کوي.
څوک چې په حقیقت مئین وي، نو توریالی او زړور کېږي.
حمزه بابا : سپینه وینا ده سر په تلی وایه،
وخت د خفي لاړ جلی جلی وایه
نور د نبی کړی تیاری په ماتې
حمزه رڼا شوه، علی علی وایه
څوک چې په حقیقت مئین نه وي؛ نو توریالی او زړور نه دی؛ او داسې زوړتیا هسې ړنده بېباکي ده.
واک فساد نه رامنځته کوي، بلکې وېره فساد زېږوي؛ کوم واکمنان چې د فساد لار نیسي، له دې وېرېږي چې هسې نه واک له لاسه ورکړي. د فساد سرچینه وېره ده، نه پخپله واک؛ ځکه لوی خدای د مطلق واک خاوند دی، نو ایا په بېعیبه ذات کې یې فساد شته؟ هېڅکله نه! انسان ولې وېرېږي؟ ځکه له حقیقت سره مینه نه پالي؛ که انسان په حقیقت مئین وي او تعصب له ځانه شړي، نو له وېرې ژغورل کېږي. هغوی چې د حقیقت په لټون پسې نه ګرځي، له آره د واک خاوندان نه ګڼل کېږي؛ د مال او شتمنۍ ډېرښت رښتینی واک نه دی، بلکې د حقیقت په لټه کې اوسېدل او په حق مئینېدل له آره تلپاتې واک دی.
رحمان بابا، حمزه بابا، خوشحال خان او غني خان په حقیقت مئین وګړي ول. لکه څنګه چې پورته وویل شول: «څوک چې له خپل باطن سره رښتینی وي، له ټول کاینات سره رښتینی دی.» دغو کسانو لومړی له خپل ځان سره رښتینولي خپله کړه، له خپل وجدان او عقل سره یې روغه وکړه، او کله چې یې کلام وکړ، نو کلام یې له مادي غرضونو او د تېرایستلو له نیت څخه پاک و. ځکه خو د دوی پیغام هسې تش لفظونه نه ول، بلکې د حقیقت سپېڅلې انګازه وه.
د حق کلام په هېڅ پېر (عصر) او جغرافیه کې نه زړېږي. رحمان بابا په خپل صوفیانه زهد کې، خوشحال په خپله ننګیالۍ مېړانه کې، حمزه بابا د غزل په عرفاني بهیر کې او غني خان په خپل عرفاني مېنتوب کې داسې حقایق راوسپړل چې د ننني پېر انسان هم ورته اړتیا لري. دوی نن فزیکي شتون نه لري، مګر د دوی کلام اوس هم زموږ له اندې او وجدان سره په پټه خبرې کوي؛ دا ځکه چې دوی د کلام داسې وزلې (وسیلې) کارولې وې چې له تلپاتې مانا سره تړلې وې.
باطني مېړانه او د حقیقت ابدي واک
رښتینی واک د مال او د ډېرې شتمنۍ درلودل نه دي، بلکې د زړونو فتح کول دي. د هغو پېرونو واکمنان او پاچاهان چې په مادي واک او د خلکو په تېرایستلو یې ډډه وهلې وه، نن د تاریخ په تورو پاڼو کې ورک شول، ځکه د دوی په واک کې وېره او فساد و؛ مګر دغو شاعرانو او عارفانو چې د حقیقت د راسپړلو په موخه د کلام امانت وساته، د تاریخ په سینه یې داسې یادګار پرېښود چې هېڅکله نه مړاوی کېږي. د دوی واک د حقایقو د رابرسېره کولو واک و.
له آره، څوک چې په حقیقت مئین وي، نو توریالی او زړورېږي. د پښتو د کلام دوو سترو ننګیالیو او عارفانو، خوشحال بابا او حمزه بابا دا باطني مېړانه له اهلبیتو سره په مینه او رښتونګلوۍ کې په ځغرده بیان کړې ده. هغوی په دې حقیقت پوهېدلي ول چې اهلبیت د الهي هدایت تلپاتې رسۍ ده؛ ځکه خو خوشحال بابا د علي (ع) د آل مینه د ایمان زړه او خپله تسلي بولي او د اثناعشر او پنجتن پاک په مدح کې کلام کوي، او باباِ غزل حمزه شینواړی خپله معنوي هستي له بوترابه سرسبزه ګڼي او د حسین (رض) په فکر کې عملي کېدل د ژوند په هره کربلا کې توریالی او زړور پاتېدل بولی. همدا د حقایقو راسپړل د دوی د کلام رښتینی او ابدي واک دی.
خوشال بابا وايي:
دا نادره عقيده لــــــــــــــکه زمـــــا ده
لا عجب که بل پيدا هسې افغان شي
که په کار دې ده د خداى پېژندګلوي
پيروي د محـــــــــــــــــمد کړه د علي
هرآيت چې به راته پاسه له عرشه
لا په عرش به يې علــــــي و ومتلي
محمد چې هغه راز يې په معراج کړ
يکايک وو، د علــــــــــــــــــي و ته جلي
په محشربه هغه تور مخونه پاسي
چې يې نه دي تورې خاورې دتـلي
محمد، علي، چې دوه ويني په سترګو
په دا کار کې احولي ده احـــــــــــــوالي
د زړه زنګ په بل صيقل نه لري کېږي
په دوستي يې د علي ده مصــــــــــقلي
که دا هومره ويل کا ورته رخصت دى
محمد دى پېغــــــــــــــــمبر، علي ولي
د على دآل دوســــــتى د ايمان زړه دى
څوک دى شک په دا په زړه نه راولي
د علي د آل په مدح کې جـــــــــنت دى
د خوشحال خټک په دا ده تــــــــــسلي
شفاعت د محمد ثابــــت په نص دى
دا په چې دي د درست جهان آخص دى
د موسى دعيسى کله داصــــــفت وو
د لولاک نعت پرده باندې مختص دى
اوليا يې د امت واړه ممــــــــــتاز دي
هرولي ئې په ارشاد کې مرخص دى
سرحلقه د اولياوو هغه شـــــــــماره
چې شيطان يې بند کړى په قفس دى
د رستم د مړنتوب خبرې هېڅ شــوې
ذوالفقارچې يې ياد شوي په قصص
دوستداران د اهلبيت داوره خلاص دى
بې دوستي يې عالم کله مخلــــــص دى
په “ولا” کې د “علی” رافضــــــــــي کېږي
سکه خوشحال يې په “ولا” کې مشخص دي
امامان يې د اولاد واړه برحق دي
ترمهدي پورې د واړو چوپړګاريم
تر مهدي پورې يولس دي يادولس
چې همه واړه ددنيا ددين سرور دي
له اوله تراخره کــــــــه ګروهيږي
د بتول اولاد مې واړه نور بصردي
چې دوستي يې د سيد نه وي په زړه کې
دهغوسړيو تل خاورې په ســــــــــر وي
ترهلال او تربلال يې صــــــــــدقه شم
لا رانجه مې د پله خاورې دبوذر دي
د امت يې برګزين دي اثناعشر
په بزرګۍ د همه جهان مخدوم دى
د خوشحال خټک دې حشــــــــــــــــــــــــر له هغو شي
چې دوستدار د “پنجتن پاک” چهارده معصوم وي
حمزه بابا وايي :
چې مخلص په محبت كې د علي يم
زه هر څوكه ګنهګار يمه ولي يم
لا به ما په خوب ليده په ماشومتوب کې
په شباب کې شوی نه يم ازلي يم
داد هغې پاكې مينې بركت دى
چې دښمن د خارجي او درغلي يم
دا چې څه زما د خولې نه اورېده شي
هم ددى په څير په زړه باندى جلي يم
شوه سرسبزه مې هستي له بوترابه
د دانې نه رسېدلی تر پلي يم
دا علمونه ظاهري دي ټول هډونه
باب د علم روږدى كړى په نلي يم
كربلا شي ما حمزه ته چې دانه وي
د حسين د ذكر فكر عملي يم
باطني زړورتیا او د حق له رسۍ (اهلبیتو) سره نښلون
د اسلام په تاریخ کې اهلبیت د رسول الله (ص) د لارښوونې رڼا او هغه کلامي سټېج دی چې د حقیقت مانا ترې خپرېږي. خوشحال بابا او حمزه بابا چې له آره د حقیقت پلټونکي ول، په دې پوهېدل چې د حق پېژندنه بې له محمدي او علوي پېروۍ ناشونې ده. خوشحال بابا په خورا مېړانه وایي چې دا عقیده دومره نادره ده چې شاید بل داسې افغان پیدا نشي، ځکه هغه په داسې یو پېر کې دا خبرې په ډاګه کولې چې د داسې افکارو څرګندول سیاسي او ټولنیزې وېرې درلودې. خو د حقیقت مئین له وېرې پورته وي؛ ځکه خو هغه په ځغرده وایي: «د على دآل دوسـتى د ايمان زړه دى».
د خوشحال بابا په قصیده کې د حضرت علي (رض) واک د ذوالفقار په کیسو کې ښکاري، خو دا واک مادي نه دی؛ دا د علم، معنی او حقیقت واک دی چې د شیطان د بندولو وړتیا لري («شيطان يې بند کړى په قفس دى»). حمزه بابا بیا په خپل ځانګړي سبک کې دا واک د «بوتراب» د خاورې برکت ګڼي چې د ده د شعر د دانې حاصل یې د یو پلي غوندې شین او سرسبزه کړی دی: «شوه سرسبزه مې هستي له بوترابه».
خوشحال بابا په خورا واضحو ټکو کې د دولسو امامانو (اثناعشر) او پنجتن پاک (رسول اکرم «ص» حضرت علي، حضرت فاطمه، حضرت حسن، حضرت حسین) سره خپله عقیدت د ایمان زړه بولي او وایي چې د ده حشر دې له هغو سره شي چې د «پنجتن پاک او چهارده معصوم» مینه وال وي. دا هغه رښتینولي ده چې د انسان اندې (فکر) ته کمال بښي. حمزه بابا هم همدا رنګه، خپل علمي او باطني پوهه د ظاهري علومو له هډوکو اخوا ګڼي او وایي چې د علم له دروازې (باب د علم) یې مستقیم فیض اخیستی دی.
د حمزه بابا د غزل وروستی بیت د پښتني عاطفې او حسیني مېړانې یو بېساری پیوند دی: «كربلا شي ما حمزه ته چې دانه وي / د حسين د ذكر فكر عملي يم». د دې مانا دا ده چې څوک د حضرت حسین په مینه کې مئین شي، هغه د ژوند په هره کربلا کې توریالی او زړور پاتې کېږي او له هېڅ ډول ظلم، استبداد او استثمار څخه وېره نه لري، ځکه د هغه په انده کې د حقایقو رڼا شته.