بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ص سورت ص سورت په مکه کې نازل شوی او اته اتیا(88) آیتونه لري. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د قرآن یو مقطعه توری دی. د ص سورت آیتونه، د صافات سورت په څېر، د تاریخ په ترڅ کې د بعثت د بهیر دوام او د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ص سورت
ص سورت په مکه کې نازل شوی او اته اتیا(88) آیتونه لري.
د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د قرآن یو مقطعه توری دی.
د ص سورت آیتونه، د صافات سورت په څېر، د تاریخ په ترڅ کې د بعثت د بهیر دوام او د توحید او معاد له ګروهې سره د مشرکانو او کافرانو ټکر دی.
په صافات سورت کې د حضرت نوح، ابراهیم، لوط، موسی، هارون، الیاس او یونس علیهم السلام نامې اوڅار شوې وې او دا سورت ډېری د حضرت داود،سلیمان او ایوب علیهم السلام ، پر ژوند رڼا اچوي.
د سورت په پای کې، د انسان د پنځون کیسه، حضرت آدم ته د پرښتو سجده او د شیطان سرغړونه یې ویلې ده، چې مؤمنان د الله تعالی په نزد د انسان په مقام پوه شي او د شیطان له لاروۍ ځان وژغوري.
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه
ص وَ الْقُرْآنِ ذِی الذِّکْرِ«1» بَلِ الَّذِینَ کَفَرُوا فِی عِزَّهٍ وَ شِقاقٍ«2»= صاد، له نصيحت (او د الله له ياده) پر ډک قرآن قسم (چې دا كتاب الهي معجزه ده). هو! کافران په لويي، سرغړونې، (جاهلي) ځېل او (له حق سره) په مخالفت کې (لګیا) دي.
کَمْ أَهْلَکْنا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ قَرْنٍ فَنادَوْا وَ لاتَ حِینَ مَناصٍ«3»= موږ تر دوى مخكې څومره قومونه هلاك كړل؛ نو (د عذاب راتلو پر مهال يې) چغې وختې (او مرسته يې غوښته)؛ خو د ژغورنې وخت تېر شوى و.
ټکي:
* «عِزَّهٍ» او«عزیز» د ناماتۍ او ځواکمنۍ په مانا دي. صلابت او ځواکمني، کله پرځای چار وي؛ لکه: (ان لِلّهِ الْعِزَّهُ وَ لِرَسُولِهِ…) او کله بېځایه، چې د سرسختۍ او ځېل په مانا دي. کله د عزت سرچینه علم، ځواک او کمالات دي؛ لکه هغه عزت چې الله تعالی، پېغمبراکرم او مؤمنانو ته ویل شوی دی؛ خو کله د عزت سرچینه تکبر، غرور، تعصب او ځانښوښي ده؛ لکه تر ویینې لانې آیت کې. «بَلِ الَّذِینَ کَفَرُوا فِی عِزَّهٍ وَ شِقاقٍ»
* «شِقاقٍ» د هغه سخت اړپېچ او مخالفت په مانا دی، چې پایله یې بېلتون شي. «قَرْنٍ» هغو خلکو ته ویل کېږي، چې یو له بل سره مقارن، نژدې او په یوه وخت کې ژوند کوي.
د «لاتَ» کلمه له دوو تورویو جوړه شوې، چې «لا» د نفې په مانا او د «ت» ټکی مبالغې او ټینګار ته دی؛ لکه په علامة کې د ت توری. «لاتَ» د وخت په نفې کې کارېږي؛ یعنې: دا وخت، د داسې کار وخت نه دی. «مَناصٍ» له «نوص» اخستل شوی او د پناهځي په مانا دی.[1]
* «ص» توری له مقطعه تورویو ځنې یو یې دی، چې په حدیث کې لولو: دا توري له هغو متشابهاتو ځنې دی، چې علم یې الله تعالی یوازې ځان ته ځانګړی کړی دی[2].
* په «نادوا» کې د کفارو غږ ، پر خپلو تېرو کړنو، د پښېمانۍ اعلام دی، چې څه ګټه ورته نه لري؛ لکه څنګه چې په انبیاء سورت ۱۴ آیت کې یې خبره کوي: «یا وَیْلَنا إِنّا کُنّا ظالِمِینَ»افسوس زموږ پر حال، موږ ظالمان وو.
* قرآن،ذکر دی. «ذِی الذِّکْرِ»
مبارک ذکر دی. «هذا ذِکْرٌ مُبارَکٌ»[3]
ټولو نړیوالو ته ذکر دی. «ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ»[4]
د ټولو په لاسرس کې دی. «لَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّکْرِ»[5]
پېغامونه:
1-پر قرآن د الله تعالی سوګند، ددې کتاب برم او د پېغمبراکرم د حقانیت نښه ده. «وَ الْقُرْآنِ»
2- قرآن ویده فطرتونه راویښوي او هېرې شوې پوهې رایادوي. «ذِی الذِّکْرِ»
3-سره له دې چې په قرآن کې بېلابېل او ډول ډول مطالب راغلي؛ خو د ټولو آریزه لیکه یې د خلکو ښیون او ورته تذکر دی. «ذِی الذِّکْرِ»
4-د قرآن عظمت یې په ذکرتوب کې دی. «الْقُرْآنِ ذِی الذِّکْرِ»؛ لکه څنګه چې د عالم ارزښت یې په نه غافلتوب کې دی. «فَسْئَلُوا أَهْلَ الذِّکْرِ»[6]او و یې نه ویل: «فسئلوا اهل العلم»
5-انسان اختیار لري او په لار ټاکنه کې ازاد دی. قرآن یې تذکر او ښیون ته نازل شوی؛ خو ځینې د کفر لار ټاکي. «ذِی الذِّکْرِ بَلِ الَّذِینَ کَفَرُوا»
6- د کافرانو کفر یې د دښمنۍ او ځېل له کبله دی، نه د حق په ویلو کې د قرآن نیمګړتیا. «بَلِ الَّذِینَ کَفَرُوا فِی عِزَّهٍ وَ شِقاقٍ»
7- له تاریخي پېښو عبرت واخلئ. «کَمْ أَهْلَکْنا»
8-یوه ورځ به ټول غرورونه مات او په چغو او زاریو به واوړي.«فَنادَوْا»
9-د الهي عذاب په مقابل کې پناهځی نشته. «وَ لاتَ حِینَ مَناصٍ»
10- توبه او زاري، د عذاب تر راتګ مخکې چارسازي دي. «وَ لاتَ حِینَ مَناصٍ»
وَ عَجِبُوا أَنْ جاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ وَ قالَ الْکافِرُونَ هذا ساحِرٌ کَذّابٌ«4»= او هغوی (مشرکان) هېښنده شول، چې دوی ته په خپله له همدوی نه یو خبروونکی راغلی او كافرانو وويل: ((چې دا يو ډېر دروغجن كوډګر دى.
پېغامونه:
1- مخالفان د پېغمبراکرم ځواکمن ټکی، د هغه د کمزورۍ ټکی ګڼي.(ولسي توب، د ځواک ټکی دی؛ خو کفار همدې ټکي ته هک اریان دي). (عَجِبُوا…مُنْذِرٌ مِنْهُمْ)
2-د انبیاوو مهمه دنده خبرداری دی. «مُنْذِرٌ مِنْهُمْ»
3- د الله استازی دې د خلکو له جنسه وي، چې د خلکو اړتیاوې او احساسات ولري، چې وکولای شي خلکو ته بېلګه او مشر یې شي. «مِنْهُمْ»
4- غرور او بېځایه سرسختي لاملېږي، انسان څه یې چې خوښ نه وي، دروغ وبولي.( فِی عِزَّهٍ وَ شِقاقٍ..وَ قالَ الْکافِرُونَ…)
5-کفار له منطق نه د لاروۍ پرځای، تورنول کوي. «ساحِرٌ کَذّابٌ»
أَ جَعَلَ الْآلِهَهَ إِلهاً واحِداً إِنَّ هذا لَشَیْءٌ عُجابٌ«5»= ايا هغه (ګڼ) معبودان يو معبود (الله) كړى، په رښتيا دا خو خورا هېښنده خبره ده!))
وَ انْطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَ اصْبِرُوا عَلی آلِهَتِکُمْ إِنَّ هذا لَشَیْءٌ یُرادُ«6»= او د دوی مشران په بيړه (له غونډې) ووتل (او ويي ويل:) ((ځئ ځئ او د خپلو معبودانو (پر لمانځنې) ټينګ وسئ، بېشكه دا يو څيز دى، چې (د يوې موخې لپاره) کېږي (چې تاسې بېلارې كړي).
ما سَمِعْنا بِهذا فِی الْمِلَّهِ الْآخِرَهِ إِنْ هذا إِلاَّ اخْتِلاقٌ«7»= (بلخوا) موږ دا (مطلب) په روستي دين (عيسوي) كې (هم) نه دى اورېدلى، دا (ادعا) يو تش تور دى.
ټکي:
* «عُجابٌ» خورا هېښنده څیز ته وايي.«انطلاق» د هغه تګ په مانا دی، چې له یوه وګړي نه چورلټ بېلېږي. «اخْتِلاقٌ» د یوه څیز ساختګي توب ته وايي، چې مخینه ونلري؛ یعنې دا یې له ځانه جوړ کړی او را ایستلی دی.
* «ملأ» هغه ډلې ته وايي، چې نامه او عنوان یې سترګې مني.
له «الْمِلَّهِ الْآخِرَهِ» نه د کفارو مراد د حضرت عیسی دین دی، چې تر اسلام مخکې، روستی آسماني دین و؛ ځکه هغوی پر تثلیث قایل وو.
*شونې ده له «إِنَّ هذا لَشَیْءٌ یُرادُ» مراد دا وي، چې: توحید ته بلنه هماغه سیادت او ښاغلیتوب دی، چې د پېغمبر اکرم غوښتنه او مراد دی او که د بوت لمانځنې نظام ړنګ شي؛ نو د موحدینو/یوپالو مشر به پېغمبراکرم وي، چې همدا یې اراده ده. هغه مو توحید ته په بلنه، پر تاسې د سیادت او مشرۍ په فکر کې دی[7].
پېغامونه:
1- د پېغمبر اکرم ړومبی اقدام، د درغجنو معبودانو نفې او د ایکي یو الله تعالی زباد دی. «جَعَلَ الْآلِهَهَ إِلهاً واحِداً»
2- کفار هم په توحید کې ښکېل وو، «أَ جَعَلَ الْآلِهَهَ إِلهاً واحِداً» هم په نبوت کې، «عَجِبُوا أَنْ جاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ» – تېر آیت-او هم په معاد کې. «أَ إِنّا لَمَبْعُوثُونَ»[8]
3-ډېری خلکو ته، له تېرو ګروهو لاس اخستل او نویو افکارو ته پاملرنه؛ خورا ستونزمن او هېښنده چار دی. «أَ جَعَلَ – لَشَیْءٌ عُجابٌ»
4-کله باطل دومره په زور کې وي، چې حق خبره، هېښنده او نامنونکې شي. «هذا لَشَیْءٌ عُجابٌ»
5-د کفر مشران، د خپلې وینا نفوذ ته، لومړی پخپله په کږه ځي او بیا نورو ته پرې د تګ سپارښتنه کوي.( اِنْطَلَقَ الْمَلَأُ… أَنِ امْشُوا)
6-په کفارو کې ځینې د نورو د کږلارۍ او سرسختۍ لامل دي. «وَ انْطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَ اصْبِرُوا»
7- کفار، د دوی له خپلو خبرو او کړنو وپېژنئ:
الف)شبهه اچوي او فتنې لټوي.( أَ جَعَلَ الْآلِهَهَ… لَشَیْءٌ عُجابٌ – عَجِبُوا)
ب)له حق غونډو د خلکو لرې کول. «امْشُوا»
ج)اندنې ته د بلنې پرځای، تعصب او مقاومت ته بلنه. «اصْبِرُوا»
د)د پلار نېکونو پر دین ډډه وهل او یا د اسلام په مقابل کې د بل دین اوڅارول. «ما سَمِعْنا بِهذا»
8-کفار بلنې ته د خلکو له لېوالتیاوو ناوړګټنه کوي. «اصْبِرُوا عَلی آلِهَتِکُمْ»
9- هر ډول پښه ټینګول او صبر منلوړ نه دی. «اصْبِرُوا عَلی آلِهَتِکُمْ»؛ لکه څنګه چې هر ډول نوون د غندنې وړ نه دی، چې وویل شي.( بِهذا… اِخْتِلاقٌ)
10- پېغمبران د الله تعالی په لار کې له صبره کار اخلي. «وَ لِرَبِّکَ فَاصْبِرْ» او کفار، صبر د بوتانو په لار کې کاروي. «اصْبِرُوا عَلی آلِهَتِکُمْ»
11-د کفر مشران، پر کږلارۍ پاينه تبلیغ او دودوي. «إِنَّ هذا لَشَیْءٌ یُرادُ»
أَ أُنْزِلَ عَلَیْهِ الذِّکْرُ مِنْ بَیْنِنا بَلْ هُمْ فِی شَکٍّ مِنْ ذِکْرِی بَلْ لَمّا یَذُوقُوا عَذابِ«8»=ايا زموږ له منځه ایله پر ده (= محمد) قرآن نازل شوی؟!)) (دا خبرې تشې پلمې دي)؛ بلكې دوى زموږ د وحې په اړه شكمن دي؛ خو په آر كې دوی لا الهي عذاب نه دى څكلى (چې دغسې سپورې خبرې كوي).
أَمْ عِنْدَهُمْ خَزائِنُ رَحْمَهِ رَبِّکَ الْعَزِیزِ الْوَهّابِ«9»=يا ستا د ځواکمن ډېر بښونكي پالونكي د لورنې خزانې د دوی په واک کې دي (چې هر چا ته يې خوښه شي، ور يې كړي)؟!
أَمْ لَهُمْ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ ما بَیْنَهُما فَلْیَرْتَقُوا فِی الْأَسْبابِ«10»=يا د اسمانونو او ځمكې او د دوی په منځ كې د ټولو څيزونو مالكيت او واکمني د دوی په لاس کې ده؟! (كه داسې وي)؛ نو له هرې شونې لارې دې اسمان ته وخېژي (او د محمد پر پاك زړه دې د وحې راكېوتو مخه ونيسي)!
جُنْدٌ ما هُنالِکَ مَهْزُومٌ مِنَ الْأَحْزابِ«11»= (هو!) دوی له لویو ډلو یو کوشنی ټولګی دی،چې هلته یې (= بدر) ماتې پر برخه وه (چې له حقيقته لرې دى او پلمې کوي)
ټکي:
* د قرآن کریم یوه نامه «ذکر» دی. ددې سورت په پیل کې قرآن کریم په ذکر توصیف شو، «الْقُرْآنِ ذِی الذِّکْرِ» په دې آیت کې هم پر پېغمبراکرم، د قرآن نزول، ذکر شمېرل شوی دی، «أُنْزِلَ عَلَیْهِ الذِّکْرُ» په 48 آیت کې هم لولو: «هذا ذِکْرٌ مُبارَکٌ» د سورت په پای کې هم راغلي:«إِنْ هُوَ إِلاّ ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ».
* شک دوه ډوله دی: طبیعي او لاسي (تعمدي). په طبیعي شک کې انسان په حقیقت پوهېدو پسې دی؛ خو تراوسه علم ته نه دی رسېدلی، چې دا شک یو مثبت چار او بشري فکر ته پکار دی.
خو کله انسان پر یوه څه پوهېږي؛ خو ځان په شک کې وهي او ناپوهي څرګندوي او نور شکمنوي، چې حقیقت څرګند نشي.[9]
د قرآن مراد، چې وايي: «بَلْ هُمْ فِی شَکٍّ مِنْ ذِکْرِی» دویم ډول شک دی.
* په«جُنْدٌ ما» کې د «ما» توری، سپکاوي ته دی؛ یعنې ناڅیزه او کوشنی لښکر.
پېغامونه:
1-د اسلام د پېغمبر په رسالت کې د ځينو کفارو شک، د وحې د نزول په آریزه شونتیا کې دی.( أَ أُنْزِلَ عَلَیْهِ الذِّکْرُ… بَلْ هُمْ فِی شَکٍّ مِنْ ذِکْرِی)
2-ځینې وګړي، چې په دیني احکامو کې پلمې لټوي، په حقیقت کې د دین آر نه مني.( أَ أُنْزِلَ عَلَیْهِ الذِّکْرُ مِنْ بَیْنِنا بَلْ هُمْ فِی شَکٍّ…)
3-د ډېری نټو جرړه، کېنې دي.(ولې هغه پېغمبر شو او موږ نه) «أَ أُنْزِلَ عَلَیْهِ الذِّکْرُ مِنْ بَیْنِنا»
4-هغوی دې سپک کړای شي، چې د الهي ښوونځي مشرتابه ته سپکاوی کوي. د هغو کسانو په ځواب کې چې وايي: «أَ أُنْزِلَ عَلَیْهِ الذِّکْرُ مِنْ بَیْنِنا» څنګه ده، چې هغه پېغمبر شو، قرآن ورته وايي: تاسې څه کاره یاست، مګر د الهي لورنو خزانې له تاسې سره دي، یا د آسمانونو واکمني له تاسې سره ده، تاسې یوازې یوه ماته شوې ډله یاست.( أَمْ عِنْدَهُمْ… أَمْ لَهُمْ…)
5-شک که طبیعي وي؛ نو عذاب ورته نشته؛ که لرې کولای یې او ډاډ یې موندلای شو او ناغېړي پکې و نه کړو؛ خو که شک له غرور او د نورور له سپکاوي او کمزورولو راولاړ وي؛ نو ګواښنه او عذاب ورته شته. «بَلْ هُمْ فِی شَکٍّ مِنْ ذِکْرِی بَلْ لَمّا یَذُوقُوا عَذابِ»
6-چې کافران پر عذاب نشي او په خپلو سترګو اور و نه ویني، ایمان نه راوړي (ځکه حسپالي دي او یوازې هغه څه مني، چې په سترګو یې ویني.)
7-د خلکو ښیون ته د پېغمبرانو بعثت، دالهي لورنې، عزت او بښنې یوه پلوشه ده. «أَمْ عِنْدَهُمْ خَزائِنُ رَحْمَهِ رَبِّکَ الْعَزِیزِ الْوَهّابِ»
8-الله تعالی د خلکو د روزنې په اړه بښاند دی «الْوَهّابِ»؛ خو د خلکو د نامعقولو او نامشروع لېوالتیاوو پر وړاندې ناماتی دی. «الْعَزِیزِ»
9-د مشر او قانون ټاکنه دې د هغه الله تعالی په لاس وي، چې هم یې د هستۍ نظام په لاس کې دی، «مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ» او هم د خلکو روزنیز نظام د هغه دی، «رَبِّکَ» او هم یې لورنه ناپایه ده. «خَزائِنُ رَحْمَهِ» (نو خلک حق نه لري، ووايي: ولې په موږ کې هغه پېغمبر شو او بل نشو).
10-پاسنۍ نړۍ د لاندېنۍ نړۍ چارې سمبالوي. «فَلْیَرْتَقُوا فِی الْأَسْبابِ»
11-که څه دښمنان پوځ او تشکیلات لري؛ خو د حق په مقابل کې نه کومه شمېره ده، «جُنْدٌ ما» نه ځواک لري، «مَهْزُومٌ» او نه یې ګوند او ډله پیاوړې ده.«من احزاب»
12- ماتې او ورکېدنه د غیرالهي ګوندونه برخلیک دی. «مَهْزُومٌ مِنَ الْأَحْزابِ»
13- الله تعالی له غیبو د کفارو له راتلونکې خبر ورکوي.(همدا مکه، چې د پېغمبراکرم پر نبوت د دغسې نیوکو شاهده وه، یوه ورځ به د مکې په سوبه کې د دوی د ماتې شاهده وي.) «مَهْزُومٌ مِنَ الْأَحْزابِ»
کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَ عادٌ وَ فِرْعَوْنُ ذُو الْأَوْتادِ«12»= تر دوى مخكې د نوح قوم، عاد او د ميخونو خاوند فرعون (زموږ پېغمبران) دروغجن ګڼلي ول.
وَ ثَمُودُ وَ قَوْمُ لُوطٍ وَ أَصْحابُ الْأَیْکَهِ أُولئِکَ الْأَحْزابُ«13»= او (همداراز) د ثمود قوم، لوط او د ايكې وسېدونكيو [= د شعيب قوم]، دوی (مخالفې) ډلې وې (چې زموږ پېغمبران یې دروغجن وګڼل).
إِنْ کُلٌّ إِلاّ کَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ عِقابِ«14»= (له دې ډلو) هرې ډلې زموږ استازي دروغجن وګڼل؛ نو زما عذاب (پرې) زباد شو.
وَ ما یَنْظُرُ هؤُلاءِ إِلاّ صَیْحَهً واحِدَهً ما لَها مِنْ فَواقٍ«15»= او دوى (په خپلو كړنو) د يوې (اسماني مرګوني) كړيكې انتظار باسي، چې هېڅ مهلت او بېرته ګرځېدل ورته نشته (او ټول به هلاك كړي)!
وَ قالُوا رَبَّنا عَجِّلْ لَنا قِطَّنا قَبْلَ یَوْمِ الْحِسابِ«16»= او دوی (په ملنډو) وويل: ((پالونكيه ! د حساب تر ورځې مخكې، ډېر ژر خپله برخه (عذاب) راكړه.))
ټکي:
* «ذُو الْأَوْتادِ» د ميخونو خاوند، د ځواک له ټیکاوه کنایه ده. «فَواقٍ» د استراحت او آرامۍ وخت دی، چې تر شیدو لوشلو روسته څاروي ته ورکول کېږي چې دویم ځل یې تیونه ډک شي.
* «أیکه» د ونې په مانا او «أَصْحابُ الْأَیْکَهِ»؛ یعنې هغه خلک چې له اوبو او ونو په یوې ډکې سیمې کې وسېدل.
*په دې څو آیتونو کې تر اسلام مخکې د شپږو امتونو سپېره برخلیک ته اشاره شوې، چې هم د پېغمبر اسلام د پېر کفار عبرت واخلي او هم پېغمبر او مؤمنان پوه شي، چې د انبیاوو دروغجنول پخوانۍ مخینه لري او کوم نوی کار نه دی.
د نوح قوم په اوبو کې ډوب شو، « فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ » [10] الله هغوی د څپانده توپان په اوبو کې راګېر کړل.
د عاد قوم، چې حضرت هود یې دروغجن وګاڼه، په سخت باد له منځه ولاړل، «فَأُهْلِکُوا بِرِیحٍ صَرْصَرٍ عاتِیَهٍ»[11] په سخت غږ ، سوړ او سرغړاند باد ورک شول.
د فرعون قوم د نیل په څپو کې هلاک شول، «أَغْرَقْنا آلَ فِرْعَوْنَ»[12]موږ آل فرعون ډوب کړل.
د ثمود قوم، چې حضرت صالح یې دروغجن وګاڼه، په آسماني کړیکه ورک شول، «إِنّا أَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ صَیْحَهً واحِدَهً فَکانُوا کَهَشِیمِ الْمُحْتَظِرِ»[13]
د لوط قوم په زلزله او آسماني ډبرو، «إِنّا أَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ حاصِباً»[14] په تیګو ورولو مو هلاک کړل.
اصحاب ایکه، چې حضرت شعیب یې دروغجن وګاڼه ، په تالنده ورک شول. «فَانْتَقَمْنا مِنْهُمْ»[15]موږ ترې غچ واخست.
پېغامونه:
1-د تېرو عبرتناک تاریخ ویل، د قرآن د ذکر څرګنده بېلګه ده، چې په لومړي آيت کې مو ولوستل: «وَ الْقُرْآنِ ذِی الذِّکْرِ»، ( کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ…)
2-د وخت طاغوتان، چې د منطق په مقابل کې پاتې راشي؛ نو کړولو ته لاس ور اچوي. «فِرْعَوْنُ ذُو الْأَوْتادِ»
3-د عاد، فرعون؛ نوح، ثمود او لوط قومونه متشکل او بېساري وو.«أُولئِکَ الْأَحْزابُ» (د «حزب» کلمه متشکلې، منسجمې او همغږې ډلې ته وايي او د «أُولئِکَ» کلمه، چې پکې یو ډول انحصار دی، دې ته اشاره ده، چې دوی بېساري قومونه وو.)
4-د یوه پېغمبر دورغجنول؛ لکه د ټولو پېغمبرانو دروغجنول دي. «إِنْ کُلٌّ إِلاّ کَذَّبَ الرُّسُلَ»
5- کړیکه او تالنده د الله تعالی یو دنیوي عذاب دی. «صَیْحَهً واحِدَهً»
6-چې عذاب راشي؛ نو کفارو ته به د ستنېدا اجازه ورنکړه شي. «ما لَها مِنْ فَواقٍ»
7-د پېغمبرانو دروغجنول، په تاریخ کې د کینه کښو همېشنی دود دی. «إِنْ کُلٌّ إِلاّ کَذَّبَ الرُّسُلَ»
8-کافران پر الهي ګواښنو ملنډې وهي. «عَجِّلْ لَنا قِطَّنا»
9- غرور او ځېل انسان له خطر سره ورمخامخېدو ته اړباسي. «عَجِّلْ لَنا قِطَّنا»
10- قیامت د حساب و کتاب ورځ ده. «یَوْمِ الْحِسابِ»
اِصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ وَ اذْکُرْ عَبْدَنا داوُدَ ذَا الْأَیْدِ إِنَّهُ أَوّابٌ«17»= د دوی پر خبرو صبر وكړه او زموږ ځواكمن بنده داوود درياد كړه، چې هغه ډېر توبه ګار و.
إِنّا سَخَّرْنَا الْجِبالَ مَعَهُ یُسَبِّحْنَ بِالْعَشِیِّ وَ الْإِشْراقِ«18»= په حقيقت كې موږ غرونه (ورته) اېل كړي وو، چې هر ماښام او سهار يې د الله پاكي ورسره ويله.
وَ الطَّیْرَ مَحْشُورَهً کُلٌّ لَهُ أَوّابٌ«19»= او مارغان هغه ته راغونډېدل او په ستاینه کې ټولو همغږي ورسره کوله.
وَ شَدَدْنا مُلْکَهُ وَ آتَیْناهُ الْحِکْمَهَ وَ فَصْلَ الْخِطابِ«20»=او موږ يې واکمني ټينګه کړه او (هم) پوهه او (هم) د (عادلانه او) غوڅو پرېکړو هنر مو ورکړى و.
ټکي:
*په دې سورت کې د ۹ تنو انبیاوو تاریخ ته اشاره شوې، چې د ۳ تنو سرګذشت په تفصیل او د ۶ په لنډو اوڅار شوی دی. لومړی تن حضرت داوود دی، چې په لسو کمالونو ستایل شوی دی.
* په دې آیتونو کې، حضرت داوود ته لس کمالونه اوڅار شوي:
الف) د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ته د صبر بېلګه. «اصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ وَ اذْکُرْ عَبْدَنا داوُدَ»
ب) د الله تعالی بندګي. «عَبْدَنا»
ج) الله تعالی ته ورستنېدنه او ورته یې پرلپسې زارۍ. «إِنَّهُ أَوّابٌ»
د) ځواک یې درلود. «إِنّا سَخَّرْنَا الْجِبالَ مَعَهُ»
ه) ورته د غرونو اېلېدل او له هغه سره یې همغږي. «یُسَبِّحْنَ معه»
و) مارغان یې په واک کې وو. «وَ الطَّیْرَ مَحْشُورَهً»
ز) له هغه سره په زاریو او مناجاتو کې همغږي وو. «کُلٌّ لَهُ أَوّابٌ»
ح) واکمني او حکومت. «شَدَدْنا مُلْکَهُ»
ط) الهي حکمت. «آتَیْناهُ الْحِکْمَهَ»
ی) حق قضاوت/ورمندون او د اړپېچونو/ اختلافاتو فیصله کول. «فَصْلَ الْخِطابِ»
* د قرآن، په څو آیتونو کې د مارغانو خبره راغلې ده؛ لکه:
الف) د ابراهیم علیه السلام کیسه او د څلورو مارغانو راژوندي کېدل. «فَخُذْ أَرْبَعَهً مِنَ الطَّیْرِ»[16]، چې مرغۍ له توحید او معاد سره د آشنایۍ وزلې شي.
ب) د عیسی علیه السلام یوه معجزه دا وه، چې له خټې یې یو مرغۍ جوړه کړه، حضرت پکې وپوکل او ژوندۍ شوه. «أَنِّی أَخْلُقُ لَکُمْ مِنَ الطِّینِ کَهَیْئَهِ الطَّیْرِ فَأَنْفُخُ فِیهِ فَیَکُونُ طَیْراً»[17]
ج) په دې آیت مارغان له حضرت داوود سره همغږي دي. «وَ الطَّیْرَ مَحْشُورَهً»
د) هدهد/ملاچرګک، چې سلیمان علیه السلام ته خبر راووړ او لیک یې ورساوه. «اذْهَبْ بِکِتابِی هذا فَأَلْقِهْ إِلَیْهِمْ»[18]
ه) مرغۍ منطق لري او انبیاء پېژني. «عُلِّمْنا مَنْطِقَ الطَّیْرِ»[19]
و) هغه مرغۍ، چې دښمن یې له منځه یووړ. «وَ أَرْسَلَ عَلَیْهِمْ طَیْراً أَبابِیلَ»[20]
ز) مرغۍ آګاهانه لمانځنه او تسبیح لري. «کُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلاتَهُ وَ تَسْبِیحَهُ»[21]
* له حکمت نه مراد کوټلې، ډاډمنې او بېشکه ښوونې دي؛ د علم پرخلاف چې تل ، تېروتنه، خطا او شک پکې راتلای شي.
پېغامونه:
1-مشرۍ ته پراخه سینه او د نورو د ترخو خبرو په مقابل کې صبر پکار دی.«اصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ»
2-د تېرو تاریخ یادول، د ستونزو په مقابل کې د صبر لامل دی.(اِصْبِرْ… وَ اذْکُرْ)
3-ملنډې وهل او ډنډورې ، د مخالفانو همېشنی چار دی. «اصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ» (مضارع فعل د تلتیا/ استمرار نښه ده).
4-د دښمن ملنډې وهل او ډنډورې خورا سختې دي. (ځکه هغه پېغمبر چې پراخه سینه او حلم لري، ستړی کوي یې او صبر ته یې اړتیا پیدا کوي).( اِصْبِرْ عَلی…)
5-انبیاء هم الهي موعظې ته اړتیا لري.( اِصْبِرْ…)
6-په روزنه کې دې د بېلګې ونډه هېره نشي. «وَ اذْکُرْ عَبْدَنا داوُدَ»
7-پر صبر د سمبالېدو سرچینه، د الله تعالی عبادت او ورته غاړه ایښوول دي. «عَبْدَنا داوُدَ»
8-د فرعون په لاس کې ځواک د استبداد لامل دی، «وَ فِرْعَوْنُ ذُو الْأَوْتادِ»؛ خو د الهي وګړیو په لاس کې ځواک، له تضرع او بندګۍ سره دی. «داوُدَ ذَا الْأَیْدِ إِنَّهُ أَوّابٌ»
9-د ځواکمنو وګړیو توبه او مناجات ستاینوړ دي. «ذَا الْأَیْدِ إِنَّهُ أَوّابٌ»
10-هغه توبه او مناجات ستاینوړ او ازښتمن دي، چې دوام ولري. «أَوّابٌ» حضرت داود ډېر مناجات کول او د ژوند په ټولو چارو کې یې الله تعالی ته مخه کوله او دا همیشنۍ پاملرنه یې د ځواکمنۍ لامل وه. «ذَا الْأَیْدِ إِنَّهُ أَوّابٌ»
11- انسان د مانیز تکامل له لامله، طبیعت له ځان سره همغږي کولای شي. «سَخَّرْنَا الْجِبالَ مَعَهُ»
12-د داوود علیه السلام یوې انقلابي کړنې [چې په بقره سورت 251 سورت کې راغلي (وَ قَتَلَ داوُدُ جالُوتَ…)] دومره الهي پېرزوینې درلودې. (سَخَّرْنَا الْجِبالَ مَعَهُ… شَدَدْنا مُلْکَهُ وَ آتَیْناهُ الْحِکْمَهَ)
13- سهار او ماښام، الله یادولو ته غوره وختونه دی. «بِالْعَشِیِّ وَ الْإِشْراقِ»
14-د الهي پېرزوینو د لاس ته راوړو شرط، الهي عبودیت دی. «عَبْدَنا – ذَا الْأَیْدِ – آتَیْناهُ الْحِکْمَهَ»
15- کافران چې څومره ځېل کوي او غاړه نه ږدي؛ خو پوه دې شي، چې هستي د الله تعالی د تسبیح په حال کې ده. «یُسَبِّحْنَ»
16-غرونه یو ډول شعور لري «مَعَهُ یُسَبِّحْنَ» او څاروي وخت پېژني.( مَعَهُ یُسَبِّحْنَ بِالْعَشِیِّ…)
17- د حیوانانو د تسبیح او د هستۍ د جماداتو چورلیځ، د الهي اولیاوو تسبیح ده.( مَعَهُ یُسَبِّحْنَ… کُلٌّ لَهُ أَوّابٌ)
18-مرغۍ د الله تعالی او هستۍ په اړه یو ډول شعور لري. «وَ الطَّیْرَ مَحْشُورَهً کُلٌّ لَهُ أَوّابٌ»
19- واکمني دې د حکمت او عدالت پر بنسټ وي. «شَدَدْنا مُلْکَهُ وَ آتَیْناهُ الْحِکْمَهَ وَ فَصْلَ الْخِطابِ»
20- حضرت داود هغه پېغمبر دی، چې نبوت او سلطنت دواړه یې یوځای درلودل. «شَدَدْنا مُلْکَهُ – وَ آتَیْناهُ الْحِکْمَهَ»
21- دین له سیاسته جلا نه دی او ځینو انبیاوو واکمني درلوده. «ذَا الْأَیْدِ – شَدَدْنا مُلْکَهُ – فَصْلَ الْخِطابِ»
22-موږ دې هم د الهي وګړیو واکمني پیاوړې کړو. د «شَدَدْنا مُلْکَهُ» غونډله/ جمله ددې خواله ده، چې تاسې هم د الهي وګړیو واکمني پیاوړې کړئ.
23-د ټولنې مشران دې شرایط ولري؛ له الله تعالی سره همیشنۍ اړیکه «إِنَّهُ أَوّابٌ»، ځواک «شَدَدْنا مُلْکَهُ»، حکمت «وَ آتَیْناهُ الْحِکْمَهَ» او د پیاوړي منطق په وجه یې د اړپېچونه فیصله کول. «فَصْلَ الْخِطابِ»
وَ هَلْ أَتاکَ نَبَأُ الْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرابَ«21»= او ايا د مدعيانو خبر دررسېدلى، چې (د داوود) د محراب (عبادتځي) پر دېوال وروختل.
إِذْ دَخَلُوا عَلی داوُدَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قالُوا لا تَخَفْ خَصْمانِ بَغی بَعْضُنا عَلی بَعْضٍ فَاحْکُمْ بَیْنَنا بِالْحَقِّ وَ لا تُشْطِطْ وَ اهْدِنا إِلی سَواءِ الصِّراطِ«22»= چې (ناڅاپه) پر داوود ورننووتل؛ نو ترې ووېرېد او دوى وويل: ((مه وېرېږه، (موږ) دوه تنه مدعيان يو، چې يو پر بل مو تېرى كړى؛ نو ترمنځ مو په حق پرېكړه وكړه او بې انصافي مه کوه او سمې لارې ته مو ورسیخ کړه.
ټکي:
* «خصم» شخړې او نښتې ته وايي او د دعوا هر اړخ ته هم ویل کېږي.
د«سور» کلمه د لوړ دېوال په مانا ده او«تَسَوَّرُوا» پر دېوال ختو ته وايي.
«محراب» دوې ماناوې لري؛کله د غونډې پورته برخې او د کور غوره ځای ته وايي، چې مشران پکې کېني او کله د عبادتځي او د امام جماعت د ځای پر مانا دی.
«شطط» د تجاوز، افراط او تېري په مانا دی.
* امام رضا(رح) وویل:الله تعالی دوې پرښتې (د عدالت غوښتوونکیو په څېره کې) داود علیه السلام ته ولېږلې او داوړه د تمبې له لارې ور دننه نشوې؛ بلکې د محراب له دېواله وروختې او ناڅاپه ورغلې.[22]
شونې ده، له دې کیسې داسې ګټنه وکړای شو، چې ازمېینې او روزنې ته فضاسازي، فیلم جوړول، د څېرې بدلول، د هیجاني نندارو رامنځ ته کول، فرضي دوست یا دښمن، د جامو او غږ بدلول او هنري کارونه جایز وي، واللّه العالم.
*په تېرو آیتونو کې قرآن، حضرت داود ته خورا کمالات وویل، چې روستۍ یې فصل الخطاب؛ یعنې پرېکنده قضاوت و. په دې آیتونو کې هغې نندارې ته اشاره کوي، چې الله تعالی هغه وازمېیي او په پای کې یې وروزي، چې څنګه دې قضاوت وکړي. د روایتونو له مخې، دا ننداره پرښتو ترسره کړه او ناڅاپه دوه تنه آنحضرت ته ورځي او حضرت داوود انګېري چې په باب یې ناوړه نیت لري؛ خو وايي: داوده مه ډارېږه، موږ دوه تنه شاکیان یو، چې ترمنځ مو اړپېچ دی او قضاوت یې درنه غواړو.
*ددې دوو تنو پرښته توب، دا ټکي پیاوړی کوي، چې د حضرت ابراهیم او حضرت لوط په کیسو کې هم پرښتې په داسې بڼه ورڅرګندې شوې، چې دا دوه پېغمبران ووېرېدل او بیا پرښتو ورته وویل: مه ډارېږئ.
* په قضاوت کې، عدالت چورلیز مقام او ځګی لري؛ نو په دې آیتونو کې په درېیو بېلابېلو عبارتونو، په قضاوت کې پر عدالت ټینګار کېږي: «فَاحْکُمْ بَیْنَنا بِالْحَقِّ»، «لا تُشْطِطْ»، «اهْدِنا إِلی سَواءِ الصِّراطِ»
پېغامونه:
1-تر خبرې کولو مخکې، په مخاطب کې انګېزه رامنځ ته کړئ./خلک خبرې ته رامات کړئ. «هَلْ أَتاکَ نَبَأُ»
2- الله تعالی خپل استازي ته د تېر تاریخ د مطالعې سپارښتنه کوي. «هَلْ أَتاکَ نَبَأُ الْخَصْمِ»
3- هیجاني، ترهوري، غوغایي او تشویشي نندارې، په قضاوت کې د بیړې او وارخطایۍ زمینه ده. «تَسَوَّرُوا الْمِحْرابَ – فَفَزِعَ»
4-د عبادت په محراب کې قضاوت، د محراب ارزښت او سپېڅلیتا نوره هم ډېروي. (د حضرت علي کرم الله وجهه د قضاوت میز په کوفې جومات کې و او د حضرت داوود په محراب کې). «تَسَوَّرُوا الْمِحْرابَ»
5-طبیعي وېره او اندېښنه پر مؤحدینو هم کېني او له توحید سره په ټکر کې نه ده.«فَفَزِعَ»
6-داچې پېغمبران هم بشر دی؛ نو ناڅاپي چارې یې وېروي. «فَفَزِعَ»
7- د قضاوت لپاره دې د دعوا دواړه اړخونه په محکمه کې حاضر وي. «خَصْمانِ»
8-انبیاء د خلکو مرجع او ملجاء وو.( دَخَلُوا عَلی داوُدَ… خَصْمانِ بَغی…)
9-د قضاوت پر مهال، قاضي ته تذکر، له تېروتنې یې د خوندېینې لپاره دی. «فَاحْکُمْ بَیْنَنا بِالْحَقِّ وَ لا تُشْطِطْ وَ اهْدِنا»
10-د دعوا لوري دې، د حق غوښتونکي وي، نه د خپلو ګټو ساتونکي. «فَاحْکُمْ بَیْنَنا بِالْحَقِّ»
11-د الهي ټولنې مشران او قاضیان دې نصیحت منونکي او حق اورېدوني وي. «فَاحْکُمْ بَیْنَنا بِالْحَقِّ وَ لا تُشْطِطْ»
12-په ټولنه کې عدالت پلي کول، سیده لار ته د خلکو د ښیون او له افراط و تفریطه د لرېوالي لامل دی. «اهْدِنا إِلی سَواءِ الصِّراطِ»
إِنَّ هذا أَخِی لَهُ تِسْعٌ وَ تِسْعُونَ نَعْجَهً وَ لِیَ نَعْجَهٌ واحِدَهٌ فَقالَ أَکْفِلْنِیها وَ عَزَّنِی فِی الْخِطابِ«23»= په رښتینه كې دا (سړى) مې رور دى او د ده نهه نوي مېږې او زما يوه مېږه ده؛ نو راته وايي چې دا (هم) راكړه او په خبرو کې راباندې زورور دی.))
ټکي:
* «أَکْفِلْنِیها»؛ یعنې کفالت یې ما ته راکړه او دا د بښنې او ډالۍ کنایه ده او «عَزَّنِی» له عزت اخستل شوی او د غلبې په مانا دی.
پېغامونه:
۱- مظلوم په محکمه کې خبرو کولو ته ډېر چمتووالی لري. («إِنَّ هذا» جمله مظلوم ویلې ده)
۲-شخړه د رورولۍ د نفې په مانا نه ده. «خَصْمانِ بَغی»، «إِنَّ هذا أَخِی»
۳- په محکمه کې دې د دعوا طرح، د دقیقې شمېرنې او ارقامو له مخې وي. « لَهُ تِسْعٌ وَ تِسْعُونَ نَعْجَهً وَ لِیَ نَعْجَهٌ واحِدَهٌ»
۴- انسان د ډېرې شتمنۍ خاوندېدای شي ( خو اصولو او مقرراتو ته په پاملرنې) « لَهُ تِسْعٌ وَ تِسْعُونَ نَعْجَهً وَ لِیَ نَعْجَهٌ واحِدَهٌ »
۵- انسان،حریص او ډېرغواړی دی او هېڅکله د دنیا په مال نه مړېږي. «أَکْفِلْنِیها» (د ځینې فلاسفه وو د نظر پرخلاف چې شهوت او غریزو ته په رسېدو کې ازادي، د ارامۍ او سوکالۍ وزله ګڼي او وايي: انسان چې موړ شي؛ نو ارام شي).
۶-هغوی چې د نورو پر مال د خېټې اچولو نیت لري؛ نو په محکمه کې یې ورته حقوقي او استدلالي سریزې هم چمتو کړې وي. «عَزَّنِی فِی الْخِطابِ»
4-شته داسې مظلومان، چې خپل حق سم نشي ویلای او په خبرو کې ظالم ته پاتې راځي؛ نو قاضي دې په حقیقت رابرسېرنې پسې وي او د تورن په خوږه، پسته او غوړه ژبه دې نه غولېږي. «عَزَّنِی فِی الْخِطابِ»
قالَ لَقَدْ ظَلَمَکَ بِسُؤالِ نَعْجَتِکَ إِلی نِعاجِهِ وَ إِنَّ کَثِیراً مِنَ الْخُلَطاءِ لَیَبْغِی بَعْضُهُمْ عَلی بَعْضٍ إِلاَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ وَ قَلِیلٌ ما هُمْ وَ ظَنَّ داوُدُ أَنَّما فَتَنّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَ خَرَّ راکِعاً وَ أَنابَ«24»= (داوود) وويل: (( په يقين هغه په دې غوښتنه كې پر تا تېري كوي، چې ستا يوه مېږه پرخپلو مېږو ورزياتوي او بېشکه ډېر شريكباڼي (او دوستان) یو پر بل تېرى كوي؛خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او نېکچاري دي؛ خو [په رښتینه کې] داسې خلک لږ دي.)) داوود پوه شو، چې (په دې پېښه كې) مو وازمېيه؛ نو له خپل پالونكي یې بښنه وغوښته او پړمخ پر سجده پرېووت او توبه يې وايسته.
فَغَفَرْنا لَهُ ذلِکَ وَ إِنَّ لَهُ عِنْدَنا لَزُلْفی وَ حُسْنَ مَآبٍ«25»= نو موږ دا (تېروتنه) وروبښله او په حقيقت كې هغه زموږ په نزد د لوړې رتبې خاوند او د ښې پايلې درلودونکى دى.
ټکي:
*د داود علیه السلام د قضاوت کیسه په اوسني تورات کې هم راغلې؛ خو له قرآن سره ډېر توپیر لري، چې تش دروغ دي او د انبیاوو له مقام سره بیخي نه جوړېږي.
د تورات د ۱۲ څپرکي په اشموئیل کتاب کې لولو:
[یوڅوک د داود سلاکار ته ورغی او و یې ویل: په یوه ښار کې دوه تنه وو، چې یو شتمن او بل یې بېوزله، شتمن ډېرې غواوې او پسان درلودل او بېوزلي یې یوازې یو څېرلی درلود. یو غریب (مسافر) شتمن ته ورغی، هغه کنجوسي وکړه او له خپل ماله یې څه لګښت و نه کړ؛ بلکې د بېوزله سړي څېرلی یې حلال کړ، چې د غریب مسافر مېلمستیا پرې وکړي؛ اوس په دې کې د داود فتوا څه ده؟ داود په غوسه وویل: هغه چې دا کار کړی، د قتل وړ دی، هغه دې د یوه پسه پرځای څلور پسان ورکړي. پوښتونکي وویل: ای داوده! هغه سړی ته یې! داود پوه شو، چې له پوښتنې اوڅارلو یې مراد دادی، تا چې خپله ښځه درلوده؛ نو ولې دې د ګاونډي پر ښځه په دسیسه قبضه کړې؟ نو داود خپه شو او توبه یې وکړه!!]
پېغامونه:
1- قضاوت دې په بیړه او د یوه اړخ د خبرې اورېدو پر بنسټ نه وي.(حضرت داود د یوه لوري د خبرې په اورېدو قضاوت وکړ، و یې ویل:«لَقَدْ ظَلَمَکَ»؛ نوځکه یې له الله تعالی بښنه وغوښته).
2-ډېر غواړي ظلم دی، که څه انسان یې ډېرولای هم نشي. «ظَلَمَکَ بِسُؤالِ نَعْجَتِکَ إِلی نِعاجِهِ»
3- انسان د ډېر مال څښتنېدای شي. (حضرت داود د ۹۹ مېږو پر درلودو نیوکه ونکړه؛ بلکې پر ظالمانه ډېرغواړۍ یې نیوکه وکړه). (لَقَدْ ظَلَمَکَ…)
4-د همکار او شریک په ټاکنه کې دې چورليځ ایمان او نېکچاري وي؛ ګنې چل ول او د شریکباڼو پر حقوقو تیری به یې پایله وي.( کَثِیراً مِنَ الْخُلَطاءِ لَیَبْغِی… إِلاَّ الَّذِینَ آمَنُوا)
5- ایمان او نېکچاري یو د بل ترڅنګ چارسازي دي. «آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ»
6-شریکوالي، د تېروتنې او د شریکباڼي د حق ضایع کولو زمینه ده. «کَثِیراً مِنَ الْخُلَطاءِ لَیَبْغِی»
7-روغ اقتصاد د ایمان او نېکچارۍ تر سیوري لاندې دی.( لَیَبْغِی… إِلاَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ)
8-ډېر لږ دي هغه کسان، چې د نورو حق ورسره خوندي وي. «قَلِیلٌ ما هُمْ»
9-ان الهي پېغمبران هم ازمېیلېږي. «أَنَّما فَتَنّاهُ»
10-ایمان، نېکچارۍ او د خلکو حقوق خوندي کول، غوره سپارښتنه ده.[ له حضرت داود نه یې لارښوونه وغوښته: «اهْدِنا إِلی سَواءِ الصِّراطِ» آنحضرت وویل: (کَثِیراً مِنَ الْخُلَطاءِ لَیَبْغِی… إِلاَّ الَّذِینَ آمَنُوا…)]
11- انبیاء خورا کوشنۍ تېروتنې ته غوره توبه او انابه کوي. (د داود علیه السلام «ترک اولا» دا وه، چې د دواړو لوریو تر خبرو اورېدو مخکې یې قضاوت وکړ.) «فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَ خَرَّ راکِعاً وَ أَنابَ»
12-بې ځنډه توبه ارزښتمنه ده. «فَاسْتَغْفَرَ» (د فاء حرف)
13-الهي ربوبیت، د بښنې غوښتو زمینه ده. «فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ»
14-د خلکو حقوق دومره مهم دي، چې که په قضاوت کې په بیړې ان له معصوم پېغمبر نه هم تېروتنه وشوه؛ نو استغفار دې وکړي. «فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ»
15-په لمانځه کې رکوع، تر اسلام مخکې هم وه. «خَرَّ راکِعاً»
16- توبه دې هم ظاهري وي، هم زړګنۍ او هم باطني. «خَرَّ راکِعاً وَ أَنابَ»
17-بې ځنډه توبه، بې ځنډه منل کېږي.( فَاسْتَغْفَرَ… فَغَفَرْنا لَهُ)
18- توبه د تېرو پر جبران سربېره، راتلونکې هم تامینوي. «فَغَفَرْنا لَهُ ذلِکَ وَ إِنَّ لَهُ عِنْدَنا لَزُلْفی وَ حُسْنَ مَآبٍ»
19-مانیز مقام، هغه مهال ارزښتمن دی، چې پایله یې ښه وي او راتلونکی تامین کړي.«لَزُلْفی وَ حُسْنَ مَآبٍ»
20- کله دنیا او آخرت د یوه تن لپاره راټول شي. «شَدَدْنا مُلْکَهُ – سَخَّرْنَا الْجِبالَ
مَعَهُ – عِنْدَنا لَزُلْفی وَ حُسْنَ مَآبٍ»
یا داوُدُ إِنّا جَعَلْناکَ خَلِیفَهً فِی الْأَرْضِ فَاحْکُمْ بَیْنَ النّاسِ بِالْحَقِّ وَ لا تَتَّبِعِ الْهَوی فَیُضِلَّکَ عَنْ سَبِیلِ اللّهِ إِنَّ الَّذِینَ یَضِلُّونَ عَنْ سَبِیلِ اللّهِ لَهُمْ عَذابٌ شَدِیدٌ بِما نَسُوا یَوْمَ الْحِسابِ«26»= داووده! په رښتینه کې موږ ته په ځمكه كې ځايناستى (او خپل استازى) كړى يې؛ نو د خلكو ترمنځ په حق پرېكړه كوه او په ځاني غوښتنو پسې مه ځه، چې د الله له لارې به دې واړوي؛ په حقيقت كې هغوى چې د الله له لارې اوړي (؛ نو) د حساب ورځې د هېرولو له لامله ورته سخت عذاب دى.!
پېغامونه:
1- الله تعالی د خپلو بندګانو چارسمبالنه، خپلو استازیو ته ورسپارلې ده. «یا داوُدُ إِنّا جَعَلْناکَ خَلِیفَهً»
2-د خلکو چارسمبالنه، د الله تعالی حق دی، چې چا ته یې خوښه وي، ورسپاري یې. «إِنّا جَعَلْناکَ»
3- دین له سیاسته جلا نه دی. «یا داوُدُ إِنّا جَعَلْناکَ خَلِیفَهً»
4-پر خلکو واکمني یو ستر نعمت دی، چې شکر یې د خلکو په منځ کې عدالت پلي کول دي.( جَعَلْناکَ خَلِیفَهً… فَاحْکُمْ بَیْنَ النّاسِ بِالْحَقِّ)
5-د قضاوت چورلیځ دې حق وي. «فَاحْکُمْ بَیْنَ النّاسِ بِالْحَقِّ»
6-د ټولنې مشران او قاضیان دې له ځاني غوښتنو لرې وي. (خَلِیفَهً… فَاحْکُمْ… لا تَتَّبِعِ الْهَوی)
7-په منجمنټ- سنبالښت کې چې مو څومره له لاسه کېږي، ځواکونه مو له لاسه مه ورکوئ.(الله تعالی د یو ترک اولی په پار، خپل استازی د ټولنې له ولکې نه باسي). (فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ…فَغَفَرْنا… یا داوُدُ إِنّا جَعَلْناکَ)
8-قضاوت د واکمنۍ له چارو ځنې دی او باید الهي وي. «شَدَدْنا مُلْکَهُ – إِنّا جَعَلْناکَ خَلِیفَهً – فَاحْکُمْ»
9-دیني حکومت خورا پخوانۍ مخینه لري. «شَدَدْنا مُلْکَهُ – جَعَلْناکَ خَلِیفَهً – فَاحْکُمْ»
10-د الله تعالی د خلیفه کړنې د الهي کړنو یو څرک وي. «وَ اللّهُ یَقْضِی بِالْحَقِّ»[23]، «فَاحْکُمْ بَیْنَ النّاسِ بِالْحَقِّ»
11-څه چې د حق په مقابل کې درېږي، ځاني غوښتنې دي. «فَاحْکُمْ بَیْنَ النّاسِ بِالْحَقِّ وَ لا تَتَّبِعِ الْهَوی»
12-د قضاوت خطر، له حق لرېوالی او ځاني غوښتنو ته پاملرنه ده.( فَاحْکُمْ…
بِالْحَقِّ وَ لا تَتَّبِعِ الْهَوی)
13-ټول انسانان، ان انبیاء د ځاني غوښتنو په لومه کې دي، چې په الهي خبرداریو ترې خوندي پاتېږي. «لا تَتَّبِعِ الْهَوی»
14-ځاني غوښتنې منع دي، که وګړیزې غوښتنې وي، که ډله ایزې او ګوندیزې. «لا تَتَّبِعِ الْهَوی»
15-ځاني غوښتنې له کږلارۍ سره مساوي دي. «لا تَتَّبِعِ الْهَوی فَیُضِلَّکَ»
16- خطرونه ګام په ګام رامخې ته کېږي (لومړی ګام، ځاني غوښتنې، دویم ګام د الله تعالی له لارې کږېدل، درېیم ګام په قیامت کې د حساب و کتاب هېرول او په پایله کې سخت عذاب).(لا تَتَّبِعِ الْهَوی فَیُضِلَّکَ… لَهُمْ عَذابٌ شَدِیدٌ بِما نَسُوا یَوْمَ الْحِسابِ)
17-پر معاد ایمان بسیا نه دی، انسان ته دې تل معاد یاد وي.( د ځینو وګړیو په اړه قرآن وايي: «لا یُؤْمِنُ بِیَوْمِ الْحِسابِ[24]» پر معاد ایمان نه لري؛ خو په دې آیت کې لولو:ایمان یې شته؛ خو معاد یې هېر کړی دی. «نَسُوا یَوْمَ الْحِسابِ»
18-ځاني غوښتنې او د قیامت ورځې هېرول، هغه خطرونه دي، چې د ټولنې واکمنان ګواښي.( جَعَلْناکَ خَلِیفَهً… لا تَتَّبِعِ الْهَوی… نَسُوا یَوْمَ الْحِسابِ)
وَ ما خَلَقْنَا السَّماءَ وَ الْأَرْضَ وَ ما بَیْنَهُما باطِلاً ذلِکَ ظَنُّ الَّذِینَ کَفَرُوا فَوَیْلٌ لِلَّذِینَ کَفَرُوا مِنَ النّارِ«27»= او موږ اسمان، ځمكه او څه چې د دوی ترمنځ دي؛ خوشې (او بابېزه) نه دي پيدا كړي، دا د هغو کسانو ګومان دى، چې كافران شوي (او حق يې پټ كړى)؛ نو (د دوزخ) له اوره پر كافرانو افسوس!
أَمْ نَجْعَلُ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ کَالْمُفْسِدِینَ فِی الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِینَ کَالْفُجّارِ«28»= ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې كړي، د هغه چا په څېر كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي يا متقیان د بدچاريو په څېر كړو؟!
پېغامونه:
1-په الهي نړۍ لید کې، پنځون موخه لري. (ما خَلَقْنَا… باطِلاً) او په نا الهي نړۍ لید کې، پنځون بې موخې دی. «ذلِکَ ظَنُّ الَّذِینَ کَفَرُوا»
2-داچې د هستۍ نظام پر حق بنسټ دی؛ نو قضاوت دې هم پر حق بنسټ وي، چې د قانون نظام، له پنځون نظام سره همغږی شي. ( فَاحْکُمْ… بِالْحَقِّ… وَ ما خَلَقْنَا… باطِلاً)
3-په ټوله هستۍ کې یوه ذره هم چټي نه ده پنځول شوې. «ما خَلَقْنَا السَّماءَ وَ الْأَرْضَ وَ ما بَیْنَهُما باطِلاً»
4- کفار خپلو ګروهو ته دلیل نه لري؛ بلکې ټینګار او ملاتړ یې یوازې ګومانونه او خیالونه دي.(ظَنُّ الَّذِینَ…)
5-داچې پنځون موخه لري؛ نو هېڅکله انسان په خپل سر ایله نه پرېښوول کېږي او د قیامت تر ورځې او چېمؤمن خپل ثواب او مفسد خپلې سزا ته نه وي رسېدلی، دا موخه دوام لري.( وَ ما خَلَقْنَا… باطِلاً… فَوَیْلٌ لِلَّذِینَ کَفَرُوا مِنَ النّارِ)
6- الهي حکمت او عدالت د معاد دلیل دی. حکمت: یو څیز هم چټی نه دی پنځول شوی. عدالت: آیا موږ فجار او متقین یو شان کړو ؟ «ما خَلَقْنَا… باطِلاً – أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِینَ کَالْفُجّارِ»
7- تقوا، ګوښيتوب نه؛ بلکې ډګر ته رادانګل او کار کول دي؛ البته نېک کار.(اَلَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ… اَلْمُتَّقِینَ)
8-فساد یوازې وژنه او جنایت نه؛ بلکې ګناه هم یو ډول فساد دی. (کَالْمُفْسِدِینَ…کَالْفُجّارِ)
9-که څوک صالحانو او مفسدانو ته په یوه سترګه وویني، ته وا هستي یې چټي شمېرلې ده.( أَمْ نَجْعَلُ الَّذِینَ آمَنُوا… کَالْمُفْسِدِینَ)
کِتابٌ أَنْزَلْناهُ إِلَیْکَ مُبارَکٌ لِیَدَّبَّرُوا آیاتِهِ وَ لِیَتَذَکَّرَ أُولُوا الْأَلْبابِ«29»= (دا) يو بركتناك كتاب دى، چې موږ پر تا نازل كړى، چې په آيتونو كې يې غور وكړي او عقلمن ترې پند واخلي.
ټکي:
* «مُبارَکٌ» هغه څه ته ویل کېږي، چې ګټه او خیر یې، ډېره او ثابته پرېماني او وده ولري.
قرآن له مبارکې سرچینې دی. «تَبارَکَ الَّذِی» پر مبارکه شپه نازل شوی دی. «فِی لَیْلَهٍ مُبارَکَهٍ»په مبارک ځای کې نازل شوی دی «بِبَکَّهَ مُبارَکاً» او پخپله هم مبارک دی.( کِتابٌ… مُبارَکٌ)
* د قرآن څېره په دې آیت کې انځور شوې ده:
الف) متن یې لیکل شوی دی. «کِتابٌ»
ب) سرچینه یې وحې او ناپایه الهي علم دی. «أَنْزَلْناهُ»
ج) اخستونکی یې معصوم دی. «إِلَیْکَ»
د) برکتي منځپانګه لري. «مُبارَکٌ»
ه) له نزول نه یې موخه، پکې تدبر دی. «لِیَدَّبَّرُوا»
و) پر ټکیو او ښوونو یې پوهه، د مانیز حرکت او الهي قرب سریزه ده. «لِیَتَذَکَّرَ»
ز) یوازې عقلمن ترې برخمنېږي. «أُولُوا الْأَلْبابِ»
د قرآن ارزښت او پکې اندنه
* هغه د الله تعالی له لوري رټنوړ دی، چې د قرآن په آیتونو کې تدبر نه کوي. «أَ فَلا یَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلی قُلُوبٍ أَقْفالُها[25]»
*رباني عالم هغه دی، چې سروکار یې د قرآن له زده کړې او ښوونې سره وي (…. کُونُوا رَبّانِیِّینَ بِما کُنْتُمْ تُعَلِّمُونَ الْکِتابَ وَ بِما کُنْتُمْ تَدْرُسُونَ )[26]
* آسماني کتاب دې جدي ونیول شي. «خُذِ الْکِتابَ بِقُوَّهٍ»[27]
*هغوی چې قرآن مهجور کړی دی، د قیامت پر ورځ به ترې پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم شکایت کوي. «وَ قالَ الرَّسُولُ یا رَبِّ إِنَّ قَوْمِی اتَّخَذُوا هذَا الْقُرْآنَ مَهْجُوراً»[28]
* امام سجاد(رح) وویل: که قرآن ولرم او یوازې ووسم؛ نو یوازېتوب نه ننګېرم.«لو مات من بین المشرق و المغرب لما استوحشت بعد ان یکون القرآن معی»[29]
* حضرت علي کرم الله وجهه وویل: قرآن هغه سمندر دی، چې هېڅوک یې تل ته نه ور رسي.«بحرا لا یدرک قعره[30]»
پېغامونه:
1- قرآن، مبارک دی. (تلاوت، تدبر، تاریخ، استدلال، کیسې، بېلګې، ښوونې، غیبي اخبار، تشبیهات، امرونه او نواهي یې ګرد له خوالو ډک دي). (کِتابٌ… مُبارَکٌ)
2-که څه قرآن مبارک دی؛ خو د تدبر لپاره دی او نه یوازې ظاهري ښکلولو او تبرک کېدو ته. (کور، ماشوم، مسافر او ناوې له خطرونو ساتنې ته) (کِتابٌ… مُبارَکٌ لِیَدَّبَّرُوا)
3- په قرآن کې تدبر، د تذکر سریزه ده، ګنې شته داسې کسان چې د قرآن علمي خوالې، دقایق او لطایف یې درک کړي؛ خو د غرور تومنه یې شوې ده. «لِیَدَّبَّرُوا – لِیَتَذَکَّرَ»
4- تدبر دې د قرآن په ټولو آیتونو کې وي، نه یوازې په آیات الاحکام کې. «لِیَدَّبَّرُوا آیاتِهِ»
5- عقل د تدبر، برخمنۍ او عبرت اخستو شرط دی.( لِیَدَّبَّرُوا… وَ لِیَتَذَکَّرَ أُولُوا الْأَلْبابِ)
6-هغوی بې عقله دي، چې له قرآنه پند نه اخلي او نه متذکرېږي. «لِیَتَذَکَّرَ أُولُوا الْأَلْبابِ»
7- قرآن له عقل سره سمون خوري؛ عقلمن پکې د تدبر له لارې، په خوالو او احکامو یې پوهېږي. «لِیَتَذَکَّرَ أُولُوا الْأَلْبابِ» (په قرآن کې،د عقل مخالف چار نشته)
8- د قرآن معارف ناپایه دي، داچې ټولو ته د تدبر حکم کوي، ددې نښه ده، چې که هرڅوک تدبر وکړي؛ نوي ټکي ته پکې. «لِیَدَّبَّرُوا آیاتِهِ»
وَ وَهَبْنا لِداوُدَ سُلَیْمانَ نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوّابٌ«30»= او موږ داوود ته سليمان وباښه (ورکړ)؛ څه ښه بنده و! (ځكه) چې هغه توبه ګار و.
إِذْ عُرِضَ عَلَیْهِ بِالْعَشِیِّ الصّافِناتُ الْجِیادُ«31»=هغه وخت (درياد كړه)، چې سلیمان ته ماښام مهال ګړندي اصيل اسونه وروړاندې کړای شول،
فَقالَ إِنِّی أَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَیْرِ عَنْ ذِکْرِ رَبِّی حَتّی تَوارَتْ بِالْحِجابِ«32»= نو ويې ويل: ((دا آسونه مې د الله لپاره خوښ دي)) (او په جهاد كې ګټه ترې اخلم، همداسې یې ورته كتل) تردې،چې له سترګو يې پناه شول.
رُدُّوها عَلَیَّ فَطَفِقَ مَسْحاً بِالسُّوقِ وَ الْأَعْناقِ«33»= (اسونه دومره په زړه پورې وو، چې ويې ويل:) بېرته يې راوګرځوئ؛ نو (د دوى د نازولو لپاره) یې پر پنډيو او غاړو لاس راښكل پيل كړل.
ټکي:
* «صافنات» د «صافنه» جمع او هغه اس ته ویل کېږي، چې د ولاړې پر مهال خپل یو لاس لږ را اوچت کړي او د سوم نوکه پر ځمکه ږدي، چې دا یې د چابکۍ نښه ده.
«جیاد» یا د «جواد» جمع ده، چې د تېزتلونکي (ګړندي) اس په مانا یا د «جید» جمع ده؛ یعنې نفیس او ارزښتمن.
*د «خیر» کلمه د دنیا مالونو ته هم کارېږي، چې دلته ترې مراد اسونه دي.
د «حُبَّ الْخَیْرِ» تړښت/ ترکیب، له هغه څیز سره د مینې په مانا دی، چې انسان ته خیر رسوي؛ لکه څنګه چې په بل ځای کې وايي: «وَ إِنَّهُ لِحُبِّ الْخَیْرِ لَشَدِیدٌ»[31]
یو سپیناوی او څېړنه
زموږ د ویلو له مخې ددې آیتونو په اړه، دوه بشپړ متفاوت تفسیرونه ویل شوي:
یوه ورځ، مازیګر مهال حضرت سلیمان، هغه اسونه لیدل، چې د جهاد لپاره یې چمتو کړي ول، چې په نمل سورت ۱۷ آیت کې یې هم لولو: «وَ حُشِرَ لِسُلَیْمانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ» له اسونو سره د حضرت سلیمان مینه، د جهاد او پوځي موخو په پار وه؛ نو و یې ویل:
زما د لېوالیتا سرچینه د الله تعالی یاد دی. «أَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَیْرِ عَنْ ذِکْرِ رَبِّی» حضرت سلیمان ورته همداسې کتل، چې اسونه د آنحضرت له سترګو پناه شول، هغه حکم وکړ، چې اسونه بېرته راستانه کړئ او رژه/پرېټ تکرار کړئ.په دویم پرېټ کې حضرت سلیمان د اسونو پر ورمېږ او پنډیو لاس راکښود او په دې شان یې له روزنکیو هم قدرمني وکړه.
دا تفسیر، هم د آیت له ظاهر سره همغږی دی او هم امام فخر رازي (رح) او سید مرتضی رانقل کړی او د مرحوم مجلسي (بحار،۱۴ ټوک، ۱۰۴ مخ) له وینا هم ګټنه کېږي. ددې تفسیر پر بنسټ، له «تَوارَتْ بِالْحِجابِ» غونډلې/ جملې مراد، د پرېټ له ځايه او د حضرت سلیمان له سترګو د اسونو لرې کېدل دي او له «رُدُّوها عَلَیَّ» غونډلې مراد د پرېټ د تکرار غوښتنه ده.
خو په ځینو تفاسیرو کې راغلي: حضرت سلیمان دومره د اسونو په لیدو کې ډوب شو، چې لمر پرېووت او د مازیګر لمونځ ترې ولاړ؛ نو خپه شو او حکم یې وکړ، چې لمر دې راستون شي، پر اودس بوخت شو او سر، ورمېږ او پښې یې مسح کړې.
په دې مانا کې یو لړ ستونزې دي؛ لکه:
1.په آیت کې د لمر نامه نشته،چې له «تَوارَتْ بِالْحِجابِ» غونډلې یې مراد پرېوتل او له «رُدُّوها عَلَیَّ» یې مراد راستنېدل وي.
2.هغه پېغمبر، چې الله تعالی په تېر آیت کې په «نِعْمَ الْعَبْدُ» او «أَوّابٌ» غونډله/ جمله وستایه، څنګه یې په بل آیت کې له لمانځه غافل وګړی ښيي!؟
3.په آمرانه لحن د لمر د راګرځولو حکم «رُدُّوها عَلَیَّ»څه مخونه لري ؟ هغه لمونځ چې ترې تللی و، که واجب و؛ نو دا چار د پېغمبر له شان سره نه ښايي او که نفل او مستحبي لمونځ و؛ نو مستحب لمانځه ته د لمر د راګرځولو حکم څه مخونه لري؟
دا تفسیر په ځینو روایتونو کې هم راغلی دی؛ خو یاد روایتونه سم سندونه نه لري او له عقلي آرونو سره همغږي نه دي، چې وايي: انبیاء دې معصوم وي؛ نو غوره ده، چې ددې روایتونو پوهه یې اهل وګړیو ته ورپرېږدو[32].
البته المیزان تفسیر وايي: « د جهاد سریزو او د مقدماتو چمتو کولو لپاره له لمانځه غفلت، ډېر عیب نه لري او رد شمس (لمر راګرځېدنه) هم ممانعت نه لري» خو د (۱) او (۳) نیوکه په خپل ځای بې ځوابه ده او موږ دلته د نمونه تفسیر خبره خوښوو.
پېغامونه:
1-اولاد الهي ډالۍ ده. «وَهَبْنا»
2- انسان باید د الله بندګي وکړي، چې همدا د الله تعالی د ستاینې چورلیځ دی. «نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوّابٌ»
3-تراخه او خواږه شرایط پر الهي اولیاوو اغېزمن نه دي.(د «نِعْمَ الْعَبْدُ» غونډله هم حضرت داود او هم حضرت سلیمان ته راغلې، چې ټولې شونتیاوې ورته چمتو وې او هم حضرت ایوب ته چې ټولې ترخې پېښې ورمخې ته شوې وې.)
4-الله تعالی ته پاملرنه او رجوع دې همیشه وي. «أَوّابٌ»
5-د جګړه ایزو شونتیاوو پرېټ لیدل یو منل شوی چار دی.( عُرِضَ عَلَیْهِ…)
6-مشرتابه دې پخپله د ځواکونو پرېټ وګوري او د ځواکونو پر څومره والي او څرنګوالي پوهېدل، د مشرۍ له شرطونو ځنې یو یې دی. «عُرِضَ عَلَیْهِ»
7-تر ټولو ستر مقام څاروي ګوري او دا هم یو سنبالیز/ منجمنټي پیغام لري او هم د تواضع پیغام. «عُرِضَ عَلَیْهِ بِالْعَشِیِّ الصّافِناتُ الْجِیادُ»
8-د جنګیالیو پرېټ لیدل پکار دي.( عُرِضَ عَلَیْهِ…)؛ لکه څنګه چې په یوه بل ځای کې یې وویل: د سلیمان لښکرو ده ته پرېټ وکړ. «جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ[33]»
9-له مالونو او شونتیاوو سره مینه او لېوالتیا که موخنه وي؛ نو پروا نه لري.«أَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَیْرِ عَنْ ذِکْرِ رَبِّی» حضرت سلیمان په دې آیت کې وايي: له اسونو سره مې مینه له الله تعالی سره د مینې په پار ده.(؛ ځکه څومره چې د توحید پوځ سمبال وي، دبدبه او عزت یې ډېر دی).
10-جنګي اسونه، د پېغمبرانو خوښ وو. «أَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَیْرِ»؛ لکه څنګه چې قرآن د اسونو پر پرشهار او ساه اخستو قسم یاد کړی دی. «وَ الْعادِیاتِ ضَبْحاً»
11-کله د لیدنې تکرار پکار وي. «رُدُّوها عَلَیَّ»
12-څاروي د انسان لاښ راکاږل او مسح کول احساسوي. «فَطَفِقَ مَسْحاً»
13-پر څاریو ترحم او مینه ورکول، د انبیاوو کار دی. «فَطَفِقَ مَسْحاً بِالسُّوقِ وَ الْأَعْناقِ»
14-پرېټ لیدل دې له ملاطفت او لورنې سره وي. «عُرِضَ عَلَیْهِ – فَطَفِقَ مَسْحاً»
وَ لَقَدْ فَتَنّا سُلَیْمانَ وَ أَلْقَیْنا عَلی کُرْسِیِّهِ جَسَداً ثُمَّ أَنابَ«34»= او په يقين موږ سلیمان وازمېيه او پر تخت يې مو يوه جوثه وغورځوله، بیا يې (د الله درشل ته) توبه وكړه.
قالَ رَبِّ اغْفِرْ لِی وَ هَبْ لِی مُلْکاً لا یَنْبَغِی لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِی إِنَّکَ أَنْتَ الْوَهّابُ«35»=و يې ويل: ((پالونكيه! ومې بښه او داسې واكمني راكړه، چې له ما روسته یې هېڅوك وړ نه وي؛ (ځكه) چې يوازې ته ډېر ښې ورکړې والا يې.))
ټکي:
*په دې آیتونو کې د حضرت سلیمان د ازمېینې خبره ده؛ خو داچې ازمېینه یې څه وه، په اړه یې څو نظرونه دي:
الف) حضرت سلیمان څو مېرمنې درلودې او هیله یې درلوده، چې ډېر او پتمن اولاد ولري، چې په هېواد سمبالنه کې یې مټ وي؛ خو له الله تعالی غافل شو او«ان شاء الله» یې و نه ویل؛ نو یو اولاد یې هم و نه زیږېد؛ خو یو ناقص الخلقه اولاد، چې هغه یې هم د یوې بې سا جوثې په څېر، پر تخت ور واچاوه.
ب)الله تعالی، پخپله حضرت سلیمان پر سخت رنځ اخته کړ،چې د بې سا جوثې په څېر پر تخت پرېووتی و او بیا یې روغ کړ.(د دې په پامنیوي چې «أَنابَ» د ستنېدو په مانا دی).
ج)الله تعالی، ورته د هغه زوی جنازه، پر تخت ورواچوله، چې ډېر یې خوښ و.
پېغامونه:
1-ټول خلک، ان انبیاء هم ازمېیلېږي. «فَتَنّا سُلَیْمانَ»
2- ازمېینه، روح صیقلوي او الله تعالې ته دې ورنږدوي.( فَتَنّا… ثُمَّ أَنابَ)
3-په معصومو او الهي وګړیو کې، د ځواک انحصار د استبداد او کږېدو نه لاملېږي. «هَبْ لِی مُلْکاً لا یَنْبَغِی لِأَحَدٍ»
4-لومړی ځان په توبه او انابه پاک کړئ او د روح لوښی مو ووینځئ، بیا له الله تعالی حکومت او ځواک وغواړئ. «رَبِّ اغْفِرْ لِی وَ هَبْ لِی»
5-تر دغا مخکې استغفار، د منل کېدو لامل دی. «رَبِّ اغْفِرْ لِی وَ هَبْ لِی مُلْکاً»
6-ځینې انبیاء په ځواک او حکومت پسې تلل. «هَبْ لِی مُلْکاً»
7-د انبیاوو ځواک په زور او کودتاه نه، په الهي پېرزوینه دی. «هَبْ لِی مُلْکاً»
8-معنویت، انابه او تضرع ته، ګوښیتوب پکار نه دی.( ثُمَّ أَنابَ…هَبْ لِی مُلْکاً)
۹-له الله تعالی یوازې ستونزاواری او د رنځ رغېدنه مه غواړئ؛ بلکې د تېرو پر جبران سربېره ترې، ځواک لاس ته راوړل او د امت ژغورنه هم وغواړئ.( ثُمَّ أَنابَ… هَبْ لِی مُلْکاً)
۱۰-د حضرت سلیمان لوړ همت، له الله تعالی یې د لوړو غوښتنو لاملېږي. «مُلْکاً لا یَنْبَغِی لِأَحَدٍ»
۱۱-په دعا او مناجاتو کې د الله تعالی هغه نامې واخلئ، چې له دعا سره تړاو ولري. «هَبْ لِی – أَنْتَ الْوَهّابُ»
۱۲-پراخه پرلپسې بښنه او ورکړه یوازې الله تعالی ته ځانګړې ده. «إِنَّکَ أَنْتَ الْوَهّابُ»
فَسَخَّرْنا لَهُ الرِّیحَ تَجْرِی بِأَمْرِهِ رُخاءً حَیْثُ أَصابَ«36»= نو باد مو وراېل كړ او چېرى يې، چې غوښتل په امر يې په نرمۍ سره چلېده.
وَ الشَّیاطِینَ کُلَّ بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ«37» وَ آخَرِینَ مُقَرَّنِینَ فِی الْأَصْفادِ«38»= او موږ شيطانان وراېل كړل، د هر ډول ماڼيو جوړوونكي او (د سمندر) ماڼکي وو. او څه نور (شيطانان مو وراېل كړل) چې په ځنځيرونو تړل شوي ول.
هذا عَطاؤُنا فَامْنُنْ أَوْ أَمْسِکْ بِغَیْرِ حِسابٍ«39»= (او ورته مو وويل:) دا زموږ بې حسابه دركړه ده چې چاته دې خوښه وي، ور یې كړه يا يې وساته.
وَ إِنَّ لَهُ عِنْدَنا لَزُلْفی وَ حُسْنَ مَآبٍ«40»= او بېشكه زموږ په نزد هغه ته نژدې مقام او غوره پایله ده.
ټکي:
* «رُخاءً» د آسانۍ په مانا دی. دې باد د حضرت سلیمان تخت اوچتاوه، لېږداوه یې او چېرې چې د آنحضرت خوښه وه، راکوزاوه یې.
* له «الشَّیاطِینَ» مراد یا جني شیاطین دي،چې حضرت سلیمان اېل کړي وو، سره له دې چې د دوی طبیعت سرغړونه ده او یا سرغړاندي انسانان او نامنونکي پېریان؛ ځکه د شیطان کلمه په دې پراخ مفهوم سره په قرآن کې هم راغلې ده. «شَیاطِین الْإِنْسِ وَ الْجِنِّ[34]»
* الله تعالی پخپل اعجاز، ټول طبیعي، انساني او جني ځواکونه د حضرت سلیمان په ولکه کې کړل. یوې ډلې به پر وچه هغه څه جوړول، چې هغه به غوښتل، «بَنّاءٍ» او ځینو به یې په اوبو کې د آنحضرت د واکمنۍ اړتیاوې پوره کولې. «غَوّاصٍ»
* له (هذا عَطاؤُنا… بِغَیْرِ حِسابٍ) مراد، پېغمبرانو ته بې حسابه الهي ورکړه ده، چې پوښتنه ګروېګنه یې ترې نه کېږي.
* الله تعالی په دې آیتونو کې هغو پېرزوینو ته اشاره کړې، چې حضرت سلیمان ته یې ورکړې وې؛ لکه: د باد اېلېدل، له پېریانو ګټنه، د مخربو ځواکونو کابو کوونه، د واک ورکونه، د الهي قرب مقام او روښانه راتلونکې.
دا نعمتونه د هغه بېلګې حکومت یوه برخه ده، چې هغه غوښتي ول. هو، بېلګه حکومت دې له مخربو ځواکونو په امان کې وي، «مُقَرَّنِینَ فِی الْأَصْفادِ» باید د بې ځنډه لېږد رالېږد او اړیکو ستونزه و نه لري، «فَسَخَّرْنا لَهُ الرِّیحَ تَجْرِی بِأَمْرِهِ» له تخصّصونو ګټنه وکړي، «بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ» د هوډ کولو ځواک ولري، «فَامْنُنْ أَوْ أَمْسِکْ»لاس یې پرانستی وي، «بِغَیْرِ حِسابٍ» او ورسره یې د معنویت راتلونکې تامین وي. «عِنْدَنا لَزُلْفی وَ حُسْنَ مَآبٍ»
* حکومت کږېدو او بدپایلېدو ته یو تېروتنځی دی؛ نوځکه حضرت یوسف په څاه او بند کې و نه ویل: «تَوَفَّنِی مُسْلِماً»؛ خو همدا چې حکومت ته ورسېد؛ نو له الله تعالی یې نېکپایلي او مسلمان مړه کېدل وغوښتل، «رَبِّ قَدْ آتَیْتَنِی مِنَ الْمُلْکِ وَ عَلَّمْتَنِی مِنْ تَأْوِیلِ الْأَحادِیثِ فاطِرَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ أَنْتَ وَلِیِّی فِی الدُّنْیا وَ الْآخِرَهِ تَوَفَّنِی مُسْلِماً وَ أَلْحِقْنِی بِالصّالِحِینَ[35]»او حضرت سلیمان هم نېکپایلی شو. «حُسْنَ مَآبٍ»
پېغامونه:
1- الله تعالی د صالحانو دعا مني.( هَبْ لِی مُلْکاً… فَسَخَّرْنا لَهُ الرِّیحَ)
2-الله تعالی، بېساري حکومت درلودو ته د حضرت سلیمان دعا ومنله.( هَبْ لِی مُلْکاً… فَسَخَّرْنا لَهُ الرِّیحَ)
3-د الله تعالی په اراده، طبیعت هم ګټورېدای او هم مضرېدای شي. «بِرِیحٍ صَرْصَرٍ»[36]، «فَسَخَّرْنا لَهُ الرِّیحَ»
4- انبیاء تکویني ولایت لري.( تَجْرِی بِأَمْرِهِ… حَیْثُ أَصابَ)
5-د حضرت سلیمان د حکومت په اړه، تراوسه د نړۍ صنعت ډېر روسته پاتې دی.(«فَسَخَّرْنا لَهُ الرِّیحَ – وَ الشَّیاطِینَ کُلَّ بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ»
6- پېریان، د انسان په ګټه کارېدای شي. «الشَّیاطِینَ کُلَّ بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ»
7- په سم مدیریت، له سرغړاندو هم سمه ګټنه کولای شو. «الشَّیاطِینَ کُلَّ بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ»
8-پېری، عقل، شعور او تخصص لري. «بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ»
9- انسان پر نورو انسانانو او طبیعت پر واکمنۍ سربېره، پر پېریانو او شیطانانو د لاسبرۍ او واکمنۍ وړتیا هم لري. «بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ»
10-اوبه/سمندر د شتمنۍ او ځواک یوه سرچینه ده. «وَ الشَّیاطِینَ کُلَّ بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ»
11-د مهمو طرحو مدیریت ته دې ټول ځواکونه بسیج کړای شي.«کُلَّ بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ»
12-د پردیو او نامؤمنو وګړیو له تخصص او کارپوهۍ ګټنه منع نه ده. «الشَّیاطِینَ کُلَّ بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ»
13- په الهي حکومت کې هم زندان ته اړتیا ده. داچې ځینې پېریان بنّاء او غواص وو او ځینې په بند کې؛ نو څرګندېږي، که ازاد وو؛ نو د سلیمان علیه السلام په حکومت کې یې سوړې جوړولې. «مُقَرَّنِینَ فِی الْأَصْفادِ»
14-په الهي حکومتونو کې ځواک او واکونه د الله تعالی له لوري واکمن ته ورکول کېږي. «فَسَخَّرْنا – هذا عَطاؤُنا فَامْنُنْ أَوْ أَمْسِکْ»
15- په ورکړه او منع کې، لومړی بښنه ده.( «فَامْنُنْ» تر «أَمْسِکْ» مخکې راغلی دی)
16-هغه حکومت الهي دی، چې پکې امنیت، صنعت، مدیریت او طبیعي امکانات له مانیز مقام سره وي. «فَسَخَّرْنا – بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ – وَ إِنَّ لَهُ عِنْدَنا لَزُلْفی»
17- توکیزه پراختیا «بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ» له الهي قرب مقام سره په ټکر کې چار نه دی. «ثُمَّ أَنابَ – قالَ رَبِّ اغْفِرْ – إِنَّ لَهُ عِنْدَنا لَزُلْفی»
18-ډېری حکومتونه د خپل کار په پیل کې، زرغون څراغ ښيي؛ خو سوکه سوکه یې محبوبیت او ځواک لږېږي؛ خو د حضرت سلیمان حکومت نېکپایلی و. «حُسْنَ مَآبٍ»
وَ اذْکُرْ عَبْدَنا أَیُّوبَ إِذْ نادی رَبَّهُ أَنِّی مَسَّنِیَ الشَّیْطانُ بِنُصْبٍ وَ عَذابٍ«41»= او زموږ بنده ايوب درياد کړه،چې خپل پالونكي ته یې ورنارې کړې، چې شيطان پر کړاو او عذاب اخته كړى يم.
اُرْکُضْ بِرِجْلِکَ هذا مُغْتَسَلٌ بارِدٌ وَ شَرابٌ«42»= (ورته مو وويل:) خپله پښه پر ځمكه ووهه؛ دا ده لمبلو او څښلو ته د يخو اوبو یوه (چينه).
ټکي:
* «نصب» ستونزې او کړاو ته وايي،«رکض» په پښه ځمکې وهلو ته وايي او «مُغْتَسَلٌ» اوبو یا د وینځلو ځای ته وايي.
*لکه څنګه چې په روایتونو کې راغلي: ایوب علیه السلام خورا شتمني، اولاد او شونتیاوې درلودې او تل د الله تعالی منندوی و. شیطان، الله تعالی ته وویل، که ایوب دې منندوی دی؛ نو د هغو پراخو نعمتونو په پار، چې تا ورکړي، که دا نعمتونه ترې واخستل شي؛ نو هغه به دې منندوی بنده نه وي.
الله تعالی، شیطان ته اجازه ورکړه، چې د حضرت ایوب پر ژوند ولکه ولري؛ نو شیطان لومړی د آنحضرت مالونه، پسان او کروندې په بلا او آفت اخته کړې؛ خو پر حضرت ایوب یې اغېز و نه کړ؛ بیا د حضرت ایوب پر بدن مسلط شو او دومره رنځور شو، چې له ډېر رنځه په بستره او کټ کې پرېووت؛ خو بیا هم هماغسې د الله تعالی منندوی بنده و.
داچې حضرت ایوب له دې ستونزمنې الهي ازمېینې بریالی راووت، الله تعالی ورته بېرته خپل نعمتونه ورکړل او روغ رمټ یې کړ.[37]
* الله تعالی، حضرت ایوب ته د روغتیا ورکونې لپاره وویل: په پښه دې ځمکه ووهه او په الهي ځواک به له هغه ځایه یوه چینه راوبهېږي؛ نو په اوبو یې ځان وینځه، ټول رنځونه به دې لرې شي او روغ رمټ به شې.
*د انبیاوو له لوري د ستونزو ګالل یو لړ برکتونه لري؛ لکه:
الف)خلک یې په اړه پر غلوّ نه اخته کېږي.
ب)د صبر له لامله ځانګړی مقام ترلاسه کوي.
ج)که بېلګې او مشران هم ستونزې ګالي؛ نو بېوزلي، کمزوري او رنځوران به سپکاوی نه ننګېري.
د)خلک ترې له ستونزو سره چلندود زده کوي.
*د ځینو روایتونو له مخې، خلکو ګومان کاوه،چې له حضرت ایوب نه کومه ګناه شوې،چې پر داسې بلاوو اخته شوی دی؛ نو راټه یې؛ حال داچې بلاوې او کړاوونه، د الهي اولیاوو د ودې او درجې لاس ته راوړو لامل دي[38].
*په دې سورت کې د دوو پېغمبرانو متفاوتې کیسې اوڅار شوې دي: یو یې حضرت سلیمان؛ هغه پېغمبر، چې تر ټولو ستر ځواک او شونتیاوې یې درلودې؛ بل یې حضرت ایوب، چې اوږده موده یې ستونزمن کړاوونه وزغمل؛ خو قرآن دواړه په «نِعْمَ الْعَبْدُ» ستایي؛ ځکه هوساینې او کړاو، یو هم دوی د بندګۍ له کړۍ بهر نشول کړای.
هو، کارپوه لامبوزن او ښکاري، که په تریو سمندر کې وي، که په خوږو اوبو کې، په خورا ښه توګه خپل کار ترسره کوي او د اوبو تریووالی او خوږوالی یې پر لامبوزنۍ او ښکار اغېز نه پرېباسي.
پېغامونه:
1-د سترو وګړیو تاریخ دې هېر نشي، د انبیاوو تاریخ، ان د اسلام پېغمبر ته هم ګټور دی؛ ځکه د نورو له ستونزو سره آشنايي، په انسان کې د صبر د پیاوړتیا لامل دی. «وَ اذْکُرْ عَبْدَنا أَیُّوبَ»
2-حضرت ایوب د الله تعالی حقیقي بنده و. «عَبْدَنا»
3-له ستونزو الله تعالی ته شکایت کول، پروا نه لري. «نادی رَبَّهُ أَنِّی مَسَّنِیَ الشَّیْطانُ»
4- شیطان د اولیاوو الله پر روح او ګروهه ولکه نه لري؛ خو پر بدن یې اغېز پرېباسلی شي. «مَسَّنِیَ الشَّیْطانُ بِنُصْبٍ»
5-غمونه او کړاوونه د شیطان وسوسو ته مناسب ډګر دی. «بِنُصْبٍ» (ددې مانا پر بنسټ: شیطان د کړاوونو له کبله راسره په اړیکه کې کېږي.)
6- دعا د عبودیت یوه وړانګه ده. «عَبْدَنا أَیُّوبَ إِذْ نادی رَبَّهُ»
7-له ستونزو او کړاوونو خلاصون ته دعاوې کوئ. «نادی رَبَّهُ أَنِّی مَسَّنِیَ الشَّیْطانُ»
8-د انبیاوو دعا منل کېږي او په سختیو پسې پراخي ده. «ارْکُضْ بِرِجْلِکَ»
9-په هر ځای کې د کړاونو ګالل، له الله تعالی د لرېوالي نښه نه ده.(کله الهي اولیاء خورا ستونزمن شرایط زغمي، حال داچې ځمکې ته په لغتې ورکولو یې تر پښو لاندې د رڼو، یخو او رغونکیو اوبو چینه رابهېږي.) «هذا مُغْتَسَلٌ بارِدٌ»
10-په یخو اوبو لامبل، د انسان په روغتیا کې ونډه لري. «مُغْتَسَلٌ بارِدٌ وَ شَرابٌ» (د وینځلو اوبه دې هم پاکې او څښاکوړ وي).
11- طبیعت، الله تعالی ته اېل دی او الله تعالی یې خپلو اولیاوو ته اېل کوي.«ارْکُضْ بِرِجْلِکَ هذا مُغْتَسَلٌ بارِدٌ وَ شَرابٌ»
وَ وَهَبْنا لَهُ أَهْلَهُ وَ مِثْلَهُمْ مَعَهُمْ رَحْمَهً مِنّا وَ ذِکْری لِأُولِی الْأَلْبابِ«43»= او [بل ځل] موږ هغه ته كورنۍ يې او ورسره هومره نور (خپلوان) وروبښل (چې له لاسه يې ورکړي ول)، چې زموږ له لوري یو رحمت او عقلمنو ته یو عبرت وي.
وَ خُذْ بِیَدِکَ ضِغْثاً فَاضْرِبْ بِهِ وَ لا تَحْنَثْ إِنّا وَجَدْناهُ صابِراً نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوّابٌ«44»= (او ورته مو وويل:) او (د كڼکو) جارو راواخله او(خپله ښځه) دې پرې ووهه او خپل قسم مه ماتوه، په يقين موږ هغه زغمناک وموند، څه ښه بنده و! (؛ ځكه) چې هغه توبه ګار و.
ټکي:
* «ضغث» د کڼکیو ګېډۍ ته وايي.«حنث» د ژمنې او سوګند ماتولو په مانا دی.
* لکه څنګه چې په روایتونو کې راغلي: د حضرت ایوب مېرمن، یوه سرښندونکې مېرمن وه، چې په ټول رنځ کې یې پرې نه ښود او د آنحضرت پالنه یې وکړه. یوه ورځ یې شیطان مخې ته د انسان په بڼه ورڅرګند شو او ورته یې وویل: زه دې د مېړه درملنه کوم؛ خو په دې شرط چې ومني، زه یې د رغېدو لامل وم؛ نو چې کله یې دا وړاندیز حضرت ایوب ته وکړ، آنحضرت ورته غوسه شو او ورته یې وویل: ته شیطان تېرایستې یې، چې داسې خبره دې منلې او قسم یې یاد کړ، چې خپلې ښځې ته به سزا ورکړي.
پېغامونه:
1-په ستونزو کې هېڅکله هم د الله تعالی له لورنې مه نهیلېږئ.( وَهَبْنا لَهُ أَهْلَهُ… رَحْمَهً مِنّا)
2-پراخه کورنۍ یو الهي نعمت دی. «وَ مِثْلَهُمْ مَعَهُمْ»
3-پراخۍ الهي پېرزوینې دي، نه زموږ برخه او وړتیا. «رَحْمَهً مِنّا»
4-یوازې هوښیاران له لاندې باندې کېدونو عبرت اخلي. «ذِکْری لِأُولِی الْأَلْبابِ»
5-په سزاوو کې د تخفیف لارې، له الله تعالی زده کړئ. «خُذْ بِیَدِکَ ضِغْثاً»
6-ان ښه مخینه، سرښندنه او له نبوي کورنۍ سره تړاو، پر قانون د عمل خنډېدای نشي. «فَاضْرِبْ بِهِ وَ لا تَحْنَثْ»
7-په ستونزمنو شرایطو کې، وتلار ولټوئ؛ خو قانون مه ماتوئ. «فَاضْرِبْ بِهِ وَ لا تَحْنَثْ»
8-د ژمنې او سوګند حرمت وساتئ. «لا تَحْنَثْ»
9- صبر تریخ دی؛ خو پایله یې خوږه ده. «وَهَبْنا لَهُ – وَجَدْناهُ صابِراً»
10-د الله تعالی درشل ته انابه او تضرع د صبر سرچینه ده. «صابِراً – إِنَّهُ أَوّابٌ»
وَ اذْکُرْ عِبادَنا إِبْراهِیمَ وَ إِسْحاقَ وَ یَعْقُوبَ أُولِی الْأَیْدِی وَ الْأَبْصارِ«45»= او زموږ [په عبادت کې] پياوړي او سترگور بندګان؛ ابراهيم، اسحاق او يعقوب درياد كړه.
إِنّا أَخْلَصْناهُمْ بِخالِصَهٍ ذِکْرَی الدّارِ«46»=په حقيقت كې موږ دوى د آخرت اندۍ په ځانګړې ځانگړنه ساز کړي وو.
وَ إِنَّهُمْ عِنْدَنا لَمِنَ الْمُصْطَفَیْنَ الْأَخْیارِ«47»= او په حقيقت كې دوى زموږ په نزد له غوره شويو نېكانو ځنې وو.
وَ اذْکُرْ إِسْماعِیلَ وَ الْیَسَعَ وَ ذَا الْکِفْلِ وَ کُلٌّ مِنَ الْأَخْیارِ«48»=او “اسماعيل”،”يسع” او “ذوالكفل” درياد كړه، چې دا ټول له نېكانو ځنې وو.
ټکي:
*په دې آیتونو کې د شپږو انبیاوو (ابراهیم،اسحاق،یعقوب،اسماعیل،الیسع و ذوالکفل علیهم السلام) نامې راغلي او شپږ ځانګړنې ورته ویل شوي دي: د الله بندګي، ځواک، بصیرت/لیدانه، خلوص، غوره توب او نېکي.
* «مصطفین» د «مصطفی» جمع او د غوره شويو په مانا دی.«اخیار» د«خیر» جمع او نېکانو ته وايي.
* «الْیَسَعَ»، چې نامه یې دوه ځل په قرآن کې راغلې ده، یو الهي پېغمبر دی.
له امام رضا(رح) نه په یوه روایت کې راغلي، چې «الْیَسَعَ» پېغمبر هم د عیسی علیه السلام په څېر، مړي راژوندي کول.
* امام جواد(رح) د عبدالعظیم حسني په ځواب کې وویل: ذوالکفل، تر حضرت سلیمان روسته، د هغو 313 پېغمبرانو له ډلې ځنې یو پېغمبر و، چې د حضرت داوود په څېر یې قضاوت کاوه او یوازې د الله تعالی لپاره غوسه کېده[39].
پېغامونه:
1- د پاکانو، پېغمبرانو او مشرانو تاریخ ژوندی وساتئ. «وَ اذْکُرْ عِبادَنا»
2- د پېغمبرانو د ټولو کمالاتو سرچینه،عبودیت دی. «عِبادَنا» تر نورو کمالاتو مخکې راغلی دی.
3-مشرتابه دې ځواک او لیدانه ولري. «أُولِی الْأَیْدِی وَ الْأَبْصارِ»
4-پر بنده د الله تعالی د ځانګړې پېرزوینه نښه داده، چې تل یې قیامت یاد وي.( أَخْلَصْناهُمْ… ذِکْرَی الدّارِ)
5- آخرت په پام کې نیول او په دنیا پورې زړه نه تړل د الهي مشرانو ځانګړنه ده. «إِنّا أَخْلَصْناهُمْ بِخالِصَهٍ ذِکْرَی الدّارِ»
6- د قیامت یاد، هله ارزښت لري چې انسان ځواکمن او د لیدانې خاوند وي ( نه ناخبره او بېوسې) (أُولِی الْأَیْدِی وَ الْأَبْصارِ… ذِکْرَی الدّارِ)
7-د قیامت یاد، اخلاص ته د انسان د ورنږدېدو تومنه ده.( أَخْلَصْناهُمْ… ذِکْرَی الدّارِ)
8- د آخرت سوچ درلودل انسان ته بصیرت او لیدانه ورکوي.( أُولِی الْأَیْدِی وَ الْأَبْصارِ… إِنّا أَخْلَصْناهُمْ…)
9- تر ټولو ستر ارزښت، له الله تعالی سره پت درلودل دي. «عِنْدَنا لَمِنَ الْمُصْطَفَیْنَ»
10-څوک چې د الله تعالی نږه او نېک بنده وي، الله تعالی یې نامه نېکوي.(تاسې د نېکنامۍ په فکر کې مه وسئ) (وَ اذْکُرْ – وَ اذْکُرْ…)
11- نېکیو ته د بلنې یوه لار، د نېکانو ستاینه ده.( وَ اذْکُرْ…)
هذا ذِکْرٌ وَ إِنَّ لِلْمُتَّقِینَ لَحُسْنَ مَآبٍ«49»= دا يوه يادونه ده او بېشكه متقیانو ته هرومرو د ورتلو ښه ځاى (پر برخه) دى:
جَنّاتِ عَدْنٍ مُفَتَّحَهً لَهُمُ الْأَبْوابُ«50» مُتَّکِئِینَ فِیها یَدْعُونَ فِیها بِفاکِهَهٍ کَثِیرَهٍ وَ شَرابٍ«51»= (هماغه) همېشني جنتي باغونه، چې ورونه يې دوی ته ورپرانستل شوي دي؛ هلته به (پر تختونو) ډډه وهلي ناست وي (او) هلته به ډېرې مېوې او څښاک راغواړي.
وَ عِنْدَهُمْ قاصِراتُ الطَّرْفِ أَتْرابٌ«52» هذا ما تُوعَدُونَ لِیَوْمِ الْحِسابِ«53» إِنَّ هذا لَرِزْقُنا ما لَهُ مِنْ نَفادٍ«54»= او له دوی سره به حياناکې همزولې مېرمنې وي. دا هغه څه دي، چې د حساب ورځې لپاره (یې چورلټه) ژمنه درسره كېده. (او وايي:) په حقيقت كې دا زموږ له لوري ناپایه “روزي” ده.
پېغامونه:
1- تاریخ ویل دې ساتېرۍ ته نه وي؛ بلکې موخه دې ولري او د هوښیارتوب وزله دې شي.(وَ اذْکُرْ… هذا ذِکْرٌ)
2- ذکر بېلابېل اړخونه لري: قرآن ذکر دی، «نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّکْرَ[40]» لمونځ ذکر دی، «أَقِمِ الصَّلاهَ لِذِکْرِی([41] د مشرانو تاریخ هم ذکر دی. «هذا ذِکْرٌ» (د مشرانو تاریخ، د رایادونې او عبرت وزله ده).
3- تقوا د نېکپایلۍ لامل دی. «لِلْمُتَّقِینَ لَحُسْنَ مَآبٍ» («مَآبٍ» د مرجع او ستنېدا په مانا دی).
4-د خلکو راجذبولو ته پر ټولیز ویینې بسنه مه کوئ. (یوازې په «لَحُسْنَ مَآبٍ» بسنه نه ده شوې؛ بلکې ورپسې راغلي دي: جَنّاتِ عَدْنٍ…)
5- د تېرو تاریخ پېژندنه او راتلونکیو جاذبو ته پاملرنه، حق ته د خلکو په ورماتولو کې ګټوره ده.( وَ اذْکُرْ… لَحُسْنَ مَآبٍ جَنّاتِ عَدْنٍ)
6-په جنت کې ډول ډول نعمتونه راټول دي. د بڼونو ډېروالی «جَنّاتِ» ابدیت «عَدْنٍ» آسان لاسرسی «مُفَتَّحَهً لَهُمُ الْأَبْوابُ» او ډېروالی یې «بِفاکِهَهٍ کَثِیرَهٍ»
7-د ښه کورودانې/ کوروداني نښه داده، چې بل ته یې سترګې نه وي. «قاصِراتُ الطَّرْفِ»
8- جنتي نعمتونه هم حساب و کتاب لري «لِیَوْمِ الْحِسابِ» او هم همیشني دي.«ما لَهُ مِنْ نَفادٍ»
9- معاد، بدني دی. (پر تختونو تکیه کول، مېوې خوړل، څښاک او مېرمن درلودل، ټول او ټول ددې نښې دي، چې معاد بدني دی). «مُتَّکِئِینَ، بِفاکِهَهٍ، شَرابٍ، قاصِراتُ الطَّرْفِ»
هذا وَ إِنَّ لِلطّاغِینَ لَشَرَّ مَآبٍ«55» جَهَنَّمَ یَصْلَوْنَها فَبِئْسَ الْمِهادُ«56»= دا (د متقیانو بدله ده) او بېشكه سرغړاندو ته کرغېړن هستوګنځى دى: (هماغه) دوزخ، پكې به ورننوځي؛نو څه بد ټاټوبى دى!
هذا فَلْیَذُوقُوهُ حَمِیمٌ وَ غَسّاقٌ«57» وَ آخَرُ مِنْ شَکْلِهِ أَزْواجٌ«58»= دا؛ خوټېدلې اوبه او زوې دي باید ویې څكي! او په څېر یې نورې راز راز سزاوې (هم ورته شته).
هذا فَوْجٌ مُقْتَحِمٌ مَعَکُمْ لا مَرْحَباً بِهِمْ إِنَّهُمْ صالُوا النّارِ«59»= (ورته ويل كېږي:) دا يوه ډله ده، چې له تاسې سره دوزخ ته ننوځي (دوى هماغه بېلارې مشران دي، چې) هر کلى ورته نشته؛ ځكه اور ته ورننوځي (او سوځي)!
قالُوا بَلْ أَنْتُمْ لا مَرْحَباً بِکُمْ أَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوهُ لَنا فَبِئْسَ الْقَرارُ«60»= دوى (خپلو مشرانو ته) وايي: ((؛ بلكې تاسې ته دې هرکلى نه وي، چې دا (عذاب خو همدا) تاسې له وړاندې راچمتو کړی و؛ نو (دا دوزخ) څه بد تمځى دى!))
قالُوا رَبَّنا مَنْ قَدَّمَ لَنا هذا فَزِدْهُ عَذاباً ضِعْفاً فِی النّارِ«61»= (بيا) وايي: (( پالونكيه! چاچې موږ ته دا (عذاب) له وړاندې راچمتو کړی، په اور كې يې عذاب دوه ګرايه كړه!))
ټکي:
* «مهاد» له «مهد» اخستل شوی او د ځګي او آرامځي په مانا دی.
«حَمِیمٌ»؛ یعنې جوشېدلې اوبه او «غَسّاقٌ»؛ یعنې هغه زوې، چې د دوزخیانو له پوټکي راڅڅي.
«مُقْتَحِمٌ» وېرونکي کار ته د ورننووتو په مانا دی.
* «شکل» د ورته/په څېر/ په شان په مانا دی او «أَزْواجٌ» د ډولونو په مانا دی؛یعنې د همدې ډول عذاب؛ نور ډولونه لري.
پېغامونه:
1-تقوا د ښېګڼو سرټکی او سرغړاندي د بدیو سرټکی دی. «إِنَّ لِلْمُتَّقِینَ لَحُسْنَ مَآبٍ – إِنَّ لِلطّاغِینَ لَشَرَّ مَآبٍ»
2-سرغړاندي د بدپایلۍ لامل دی. «لِلطّاغِینَ لَشَرَّ مَآبٍ»
3-د دوزخ عذابونه ډولاډول او بېلابېل دي. «وَ آخَرُ مِنْ شَکْلِهِ أَزْواجٌ»
4- په قیامت کې د فساد لارویان، له خپلو مخکښانو کرکجن دي. «أَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوهُ لَنا»
5-انسان، له مخکې خپل دوزخ چمتو کړی وي. «قَدَّمْتُمُوهُ لَنا»
6-نورو چې ګناه ته رابللی وې؛ نو دا چار د ګناهګار غاړه نه خلاصوي، سره له دې چې وايي: «أَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوهُ لَنا» تاسې دا عذاب راچمتو کړی؛ خو پخپله هم دوی په دوزخ کې ښکېل دي.
7-د اسلام په روزنیز غونډال/ نظام کې، هڅونه او ګواښنه یو د بل ترڅنګ ده.(د متقیانو د ثواب او د سرغړاندو د سزا آیتونه)
8-هغوی چې په دنیا کې د ایمان په کړۍ کې یو بل ته دعا ونکړي، په آخرت کې به په دوزخ کې یو بل ته ښېراوې کوي. «رَبَّنا مَنْ قَدَّمَ لَنا»
9-د دوزخیانو یوازېنۍ دعا چې منل کېږي، د خپلو مخکښانو د عذاب د ډېرېدو په اړه ده. «فَزِدْهُ عَذاباً ضِعْفاً» «لِکُلٍّ ضِعْفٌ»[42]
10-یو بل ته ښېراوې کول، د دوزخیانو یو چلن دی.(ځینې وايي: «لا مَرْحَباً بِکُمْ»؛ خو ځواب اوري: «بَلْ أَنْتُمْ لا مَرْحَباً بِکُمْ»)
وَ قالُوا ما لَنا لا نَری رِجالاً کُنّا نَعُدُّهُمْ مِنَ الْأَشْرارِ«62»= او وايي: ((پر موږ څه شوي،(په دنيا كې) چې كوم سړي مو له بدانو ګڼل، (په اور كې) يې نه وينو؟
أَتَّخَذْناهُمْ سِخْرِیًّا أَمْ زاغَتْ عَنْهُمُ الْأَبْصارُ«63»=ايا موږ (په دنيا کې ناحقه) ملنډې پرې وهلې ( او نن جنتیان دي يا په دوزخ کې دي، چې) زموږ سترګې يې نه ويني؟!))
إِنَّ ذلِکَ لَحَقٌّ تَخاصُمُ أَهْلِ النّارِ«64»= بېشکه د دوزخيانو دا خپلمنځي شخړه یو واقعیت دی.
د مجرمانو د دښمنۍ یو انځور
* په قیامت کې، هر څوک د خپل جرم په شریکباڼي پسې ګرځي، چې پړه پرې واچوي:
ځینې وايي: ټولنې کږلاري کړو. «لَوْ لا أَنْتُمْ لَکُنّا مُؤْمِنِینَ[43]»
ځینې وايي: ناوړه ملګري کږلاري کړو. «لَقَدْ أَضَلَّنِی عَنِ الذِّکْرِ[44]»
ځینې وايي: شریکباڼي کږلاري کړو«الْأَخِلاّءُ یَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ[45]»
ځینې وايي: فاسدو مشرانو کږلاري کړو. «أَطَعْنا سادَتَنا وَ کُبَراءَنا فَأَضَلُّونَا[46]»
ځینې وايي: شیطان کږلاري کړو. «فَلا تَلُومُونِی وَ لُومُوا أَنْفُسَکُمْ[47]»
پېغامونه:
1-ځینې هغه کسان چې په دنیا کې بد ګڼل او رټل کېږي، په جنت کې به مزې کوي. «لا نَری رِجالاً کُنّا نَعُدُّهُمْ مِنَ الْأَشْرارِ»
2- په دوزخ کې وګړي یو بل پېژني او په سد کې دي. «ما لَنا لا نَری رِجالاً»
3- ژر قضاوت مه کوئ، شونې ده د نن په ظاهر پرېوتي خلک، په قیامت کې لوړمقامي وي. «نَعُدُّهُمْ مِنَ الْأَشْرارِ»
4- قیامت د منښتې ورځ ده. «أَتَّخَذْناهُمْ سِخْرِیًّا»
5-جنتیانو په مینه ناک بنډار کې پر تختونو تکیه کړې او دوزخیان یو له بل سره په شخړه کې دي. «مُتَّکِئِینَ فِیها»، «إِنَّ ذلِکَ لَحَقٌّ تَخاصُمُ أَهْلِ النّارِ»
قُلْ إِنَّما أَنَا مُنْذِرٌ وَ ما مِنْ إِلهٍ إِلاَّ اللّهُ الْواحِدُ الْقَهّارُ«65»=ووايه: (( بېشكه زه خو يوازې يو خبروونكى يم او بې له ايکي يوه ډېر قهرجن الله بل معبود نشته؛
رَبُّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ ما بَیْنَهُمَا الْعَزِیزُ الْغَفّارُ«66»=د اسمانونو، ځمكې او د دوی ترمنځ د څيزونو پالونكى؛ هماغه ناماتى بښاند دى.))
قُلْ هُوَ نَبَأٌ عَظِیمٌ«67» أَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُونَ«68» ما کانَ لِی مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَإِ الْأَعْلی إِذْ یَخْتَصِمُونَ«69»= ووايه: ((دا يو لوى خبر دى، چې تاسې ترې مخ اړوونكي ياست! ما ته د ملا اعلى (او د پرښتو د پاسنۍ نړۍ) په باب معلومات نشته، چې (پرښتو، د آدم د پنځون په اړه خپلمنځي) ويينې او ناندرۍ وهلې.
إِنْ یُوحې إِلَیَّ إِلاّ أَنَّما أَنَا نَذِیرٌ مُبِینٌ«70»= (زه له ځانه هېڅ پوهه نه لرم)، يوازې په وحې مې خبروي؛ ځکه ښکاره گواښگرندی یم.))
ټکي:
* «قهار» د هغه قاهره ځواک په مانا دی، چې ټول ځواکونه ورته مقهور او محکوم دي.
*په روایتونو کې لولو: «نَبَأٌ عَظِیمٌ» علي بن ابی طالب دی او پخپله حضرت علي (ک) وویل:«انا النبأ العظیم[48]»؛ لکه څنګه چې په ندبه دعا کې هم امام مهدي ته په خطاب کې وايو:«یا بن النباء العظیم»
دا مانا، د «هُوَ» له ضمیر سره، چې انسان ته کارېږي، ډېره همغږې ده.
* له «ملا اعلی» مراد، هماغه «افق اعلی» دی، چې په نجم سورت کې یې لولو: «وَ هُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلی» او له معراج موخه، د پېغمبر اکرم د علمي کچې لوړول وو. «لِنُرِیَهُ مِنْ آیاتِنا»
ځینې تفسیرونه، دا آیت، د حضرت آدم د پنځونې په اړه، د ورپسې آیتونو سریزه بولي.
پېغامونه:
1-د پېغمبراکرم مقام او دنده دې خلکو ته اعلان شي. «قُلْ»
2-په هغه ځای کې چې خلک په غفلت کې ډوب دي، د خبردارۍ له دریځه خبرې وکړئ. «إِنَّما أَنَا مُنْذِرٌ»
3- انسان له یو لړ خطرونو او زیانونو سره مخ دی، چې د انبیاوو په خبرداریو پرې سر خلاصېدای شي. «أَنَا مُنْذِرٌ»
4-د انسان په روزنه کې تر زېري د وېرونې او خبردارۍ ونډه ډېره ده. «أَنَا مُنْذِرٌ»
5-خبرداری هغه مهال ګټور دی، چې د ځواک له سرچینې وي. «أَنَا مُنْذِرٌ – اَلْواحِدُ الْقَهّارُ»
6- اقتدار د وحدت تر سیوري لاندې دی. «الْواحِدُ الْقَهّارُ» (په قرآن کې شپږ ځل د قهار کلمه راغلې، چې د ټولو ترڅنګ یې د واحد کلمه راغلې ده).
7-ټوله هستي د ایکي یو ذات تر سمبالنې او ارادې لاندې ده. «الْواحِدُ الْقَهّارُ رَبُّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»
8-الله تعالی ټوله هستي پالي او ټول د کمال پر لوري بیايي. «رَبُّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ ما بَیْنَهُمَا»
9-روزونکی دې هم ځواک ولري او هم لورنه.( رَبُّ… اَلْعَزِیزُ الْغَفّارُ)
10-د خلکو ښه راغلاست او یا مخ اړونه د یوه چار د حقانیت یا بطلان نښه نه ده. «هُوَ نَبَأٌ عَظِیمٌ أَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُونَ»
11-په تبلیغ او خلکو ته په ښیون کې له څرګندو او بې ابهامه کړنلارو ګټنه کوئ.«نَذِیرٌ مُبِینٌ»
إِذْ قالَ رَبُّکَ لِلْمَلائِکَهِ إِنِّی خالِقٌ بَشَراً مِنْ طِینٍ«71»= (او درياد كړه) چې ستا پالونكي پرښتو ته وويل: ((په رښتینه كې زه له خټې د يوه بشر پيدا كوونكى يم؛
فَإِذا سَوَّیْتُهُ وَ نَفَخْتُ فِیهِ مِنْ رُوحې فَقَعُوا لَهُ ساجِدِینَ«72»= نو چې هغه مې (بشپړ) برابر كړ او پكې مې له خپل روحه پو كړ؛ نو (د درناوي لپاره پر ځمكه) په سجده ورته پرېوځئ.))
فَسَجَدَ الْمَلائِکَهُ کُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ«73» إِلاّ إِبْلِیسَ اسْتَکْبَرَ وَ کانَ مِنَ الْکافِرِینَ«74»= نو ټولو پرښتو يوځايي سجده وكړه؛ خو ابليس (سجده و نه كړه، چې) لويي يې وكړه او له كافرانو ځنې و.
ټکي:
* «سَوَّیْتُهُ» له «استواء»اخستل شوی او په پنځون کې د منځلارۍ/اعتدال او ټیکاو په مانا دی.
*شونې ده د «إِذْ قالَ» غونډله – جمله، په تېرو آیتونو کې په «تحیمون»غونډلې پورې اړوند وي؛ یعنې زه هغه مهال له ملاء اعلی خبر نه وم، چې پرښتو د انسان د پنځون پر سر له الله تعالی سره ناندرۍ وهلې.
لکه څنګه چې په بقره سورت ۳۰ آیت کې مو ولوستل، چې الله تعالی پرښتو ته وویل: زه پر ځمکه خلیفه ټاکم. هغوی وویل: انسان مفسد او وینه تویونکی موجود دی، له پنځونه یې لاس پر سر شه او موږ خو تا په خپل حمد ستایو او تسبیح دې وايو.
*د انسان د پنځون پېښه او د پرښتو ورته سجده، په بقره،اعراف،حجر،اسراء او کهف سورتونو کې راغلې او ددې کیسې تکرار، د ابلیس د تعصب او توکمپالۍ او له انسان سره یې د کینې، حسادت، تکبر، توبې نه کولو او بښنې نه غوښتو د خطر څرګندونکې دي، چې د تاریخ په ترڅ کې ټول انسانان ورسره په یوه نه یوه ډول لاس وګرېوان دي.
بلخوا د انسان پام د انسانیت مقام ته وراړوي؛ هغه انسان چې د پرښتو مسجود دی، هوښیار دې وي، چې خپل ارزښت تویې نه کړي.
* له «نَفَخْتُ فِیهِ مِنْ رُوحې» مراد دا نه دی،چې یو څه له الله تعالی راجلا شوي او له انسان سره نښلېدلي دي؛ بلکې مراد ترې د روح د سرچینې او جرړې ویل دي، چې له پورته نړۍ دی، نه له خاورینې نړۍ.
* له رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم رانقل شوي، چې یې وویل: الله، آدم وپنځاوه او موږ اهلبیت یې د هغه له ځوځاته کړو او زموږ د کرامت په پار یې د سجدې حکم وکړ؛ نو حضرت ادم ته سجده کېدل، الله ته عبودیت و او آدم ته درناوی ځکه وشو، چې موږ یې په صلب او ځوځات کې وو[49]!
پېغامونه:
1- انسان یوازېنی موجود دی، چې الله تعالی یې تر پنځون مخکې، پرښتو ته پنځون اعلان کړ. «قالَ رَبُّکَ»
2-پرښتې تر انسان مخکې پنځېدلې وې.(ځکه الله تعالی، تر انسان مخکې له پرښتو سره خبرې اترې درلودې). «قالَ رَبُّکَ لِلْمَلائِکَهِ»
3-د انسان د وجود سرچینه اوبه او خاوره ده. «خالِقٌ بَشَراً مِنْ طِینٍ»
4- روح تر بدن روسته پنځېدلی دی. «فَإِذا سَوَّیْتُهُ وَ نَفَخْتُ فِیهِ مِنْ رُوحې»
5-روح له بدنه خپلواک او جلا دی. «نَفَخْتُ فِیهِ مِنْ رُوحې»
6-پرښتو د الهي پوکلو په پار، آدم ته سجده وکړه؛ خو ځینې انسانان ان د حق ذات په پار، الله تعالی ته سجده نه کوي.( مِنْ رُوحې… لَهُ ساجِدِینَ)
7- انسان دوه، توکیز او مانیز اړخونه لري. «مِنْ طِینٍ – مِنْ رُوحې»
8-الهي پېرزوینې، وړ زمینه غواړي. چې توکیز ظرفیتونه چمتو نشي، روح پکې خپله دنده نشي ترسره کولی. «فَإِذا سَوَّیْتُهُ وَ نَفَخْتُ فِیهِ مِنْ رُوحې»
9- روح، د ټولو ساه کښو په بدن کې دی؛ خو د «رُوحې» تعبیر یوازې انسان ته ځانګړی دی، چې له ځانګړي شرافته برخمن دی. «نَفَخْتُ فِیهِ مِنْ رُوحې»
10- روح یوه لطیفه ښکارنده ده.(د نفح او پوکلو کلمه د لطافت ښکارندوی ده)
11-پرښتو ته هم د انسان په څېر امر و نهې کېږي. «فَقَعُوا لَهُ ساجِدِینَ»
12-انسان ته یې سجده، د روحي اړخ په پار ده، نه بدنی. «نَفَخْتُ فِیهِ مِنْ رُوحې فَقَعُوا»
13-داچې آدم ته سجده، د الله تعالی په حکم ده؛ نو د الله تعالی بندګي ده، نه د آدم. «فَقَعُوا لَهُ ساجِدِینَ» (انسان ته سجده د نمانځلو، کرامت او د انسان د خلافت منلو په مانا ده؛ نه ورته د عبادت په مانا).
14-وړتیا تر مخینې مهمه ده.(د پرښتو مخینه تر آدم ډېره وه؛ خو داچې د انسان وړتیا ډېره وه، پرښتو ورته سجده وکړه.) «لَهُ ساجِدِینَ»
15-پرښتې الله تعالی ته تسلیم دي. «فَسَجَدَ الْمَلائِکَهُ کُلُّهُمْ»
16-ډله ایز عبادت پرتمین دی؛ ټولو پرښتو سجده وکړه، «کُلُّهُمْ» هغه هم په ډله ایزه بڼه. «أَجْمَعُونَ»
17-په نېکانو کې وسېدل مهم نه دي، له نېکانو سره یوځای کېدل مهم دي. «فَسَجَدَ الْمَلائِکَهُ کُلُّهُمْ – إِلاّ إِبْلِیسَ»
18- تکبر، د تسلیمېدو او تعبد مخنیوونکی دی. (اِسْتَکْبَرَ وَ کانَ…)
19- ابلیس له پیله کافر و؛ خو سجدې نه کولو یې کفر رابرسېره کړ. «کانَ مِنَ الْکافِرِینَ»
قالَ یا إِبْلِیسُ ما مَنَعَکَ أَنْ تَسْجُدَ لِما خَلَقْتُ بِیَدَیَّ أَسْتَکْبَرْتَ أَمْ کُنْتَ مِنَ الْعالِینَ«75»= الله وويل: ((ابليسه! څه پرېنښوولې، چې هغه چا ته سجده وكړې، چې ما (د خپل قدرت) په لاسونو پيدا كړ؟! ايا لويي دې وكړه يا (په خپل اند کې د گردې هستۍ) له لوړ پوړیو ځنې يې؟ (چې د سجدې كولو حكم درته ونشي!)))
قالَ أَنَا خَیْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِی مِنْ نارٍ وَ خَلَقْتَهُ مِنْ طِینٍ«76»= (ابليس) وويل: (( زه تر هغه غوره يم (؛ځكه) زه دې له اوره پيدا كړى يم او هغه دې له خټې پیدا کړ.))
قالَ فَاخْرُجْ مِنْها فَإِنَّکَ رَجِیمٌ«77» وَ إِنَّ عَلَیْکَ لَعْنَتِی إِلی یَوْمِ الدِّینِ«78»= (الله) وويل: ((نو له هغه ځایه [له اسمانونو او د پرښتو له ليكو] ووځه؛ ځكه رټل شوى يې. او په رښتینه كې د جزا تر ورځې مې پر تا لعنت دى!))
ټکي:
*د پېغمبر اسلام (ص) د وینا له مخې، له «عالین» مراد هغه ډله ده، چې تر پرښتو غوره ده او له بل مقام، پړاو او ځایه سرچینه اخلي[50]. شونې ده، د پېغمبراکرم مراد هماغه وي، چې په جامعه زیارت کې اهلبیتو ته په خطاب کې لولو:«خلقکم الله انوارا فجعلکم بعرشه محدقین حتی من علینا بکم فجعلکم فی بیوت اذن الله ان یرفع و یذکر»؛یعنې الله تاسې په عرش کې رڼا کړئ؛ بیا یې ښیون ته د بشر لاسرسۍ لپاره د ځمکې په یو شمېر سیمو کې (مېشت) کړئ، چې د «توحید» غږ ځای ووسئ. واللّه العالم.
*د امام صادق(رح) د وینا له مخې، له دوو لاسونو مراد د ځواک او حکمت لاس دی، ګنې الله خو څه جسم نه دی، چې ظاهري لاس ولري[51].
پېغامونه:
1- له سرغړانده سپناوی وغواړئ او د سرغړونو جرړه پیدا کړئ. «یا إِبْلِیسُ ما مَنَعَکَ» (مجرم ته د خبرې کولو فرصت ورکړئ).
2- آر، حق ته ورماتېدل او منل یې دي، چېرې یې چې پرخلاف څه ووینئ؛ نو یو خنډ رامنځته شوی دی. «ما مَنَعَکَ»
3-د انسان پنځون، د الله تعالی په ځانګړي پام و. «خَلَقْتُ بِیَدَیَّ»
4-د نص په مقابل کې اجتهاد، د ابلیس کار دی.( فَقَعُوا لَهُ ساجِدِینَ… أَنَا خَیْرٌ)
5-پر الله تعالی او پنځګرۍ یې ایمان بسیا نه دی؛ بلکې ورته غاړه ایښوول او لاروي یې هم پکار ده. (ابلیس د الله تعالی پنځګري منله؛ خو سرغړاندی و او لاروی نه و).«خَلَقْتَنِی»
6-ګوماني پرتلنه د سمې ارزونې سرچینه کېدای نشي.(ابلیس ځان له انسان سره پرتله کړ او دریځ یې ونیو).( أَنَا خَیْرٌ مِنْهُ – خَلَقْتَنِی…)
7-توکمپالي، شیطاني اند دی. «مِنْ نارٍ – مِنْ طِینٍ»
8-تعصب د حقیقت پېژندو مخنیونکی دی. (ابلیس خپل اوریز توکم ویني؛ خو الهي پوکل نه ویني). «خَلَقْتَنِی مِنْ نارٍ»
9- شرافت د کمالاتو په لاس ته راوړو کې دی، نه په لومړني توکي او عنصر کې، چې وویل شي، انسان له خټې او ابلیس له اوره ده.( مِنْ نارٍ – مِنْ طِینٍ… فَاخْرُجْ)
10-په سنبالنه – منجمنټ کې له قانونه سرغړاندی، وباسئ. «فَاخْرُجْ مِنْها»
11-د تکبر او حسادت پایله، بې برخي ده. «فَاخْرُجْ»
12-نامطلوب عناصر دې له ټولنې وایستل شي.(په قرآن کې شپږ ځل د رجیم کلمه راغلې، چې هر ځل ابلیس ته کارېدلې ده).( فَاخْرُجْ… فَإِنَّکَ رَجِیمٌ)
13- د شیطان سپکاوی، هم مکاني و «فَاخْرُجْ» او هم مقامي. «لَعْنَتِی»
قالَ رَبِّ فَأَنْظِرْنِی إِلی یَوْمِ یُبْعَثُونَ«79»= (ابليس) وويل:(( پالونكيه ! د انسانانو تر بیا راپاڅېدو پورې وخت راكړه.))
قالَ فَإِنَّکَ مِنَ الْمُنْظَرِینَ«80» إِلی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ«81»= (الله) وويل: (( نو په رښتینه كې ته له مهلت وركړ شويو ځنې يې، (خو) تر ټاكلې ورځې (چې د لومړۍ شپېلۍ وهل دي).))
قالَ فَبِعِزَّتِکَ لَأُغْوِیَنَّهُمْ أَجْمَعِینَ«82»= (ابليس) وويل: (( ستا پر عزت قسم،چې هرومرو به دوى ټول تېر باسم؛
إِلاّ عِبادَکَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِینَ«83»= خو بې ستا له هغو بندګانو ، چې له دوی راچاڼ شوي دي.))
ټکي:
* حضرت علي کرم الله وجهه وايی: ابلیس ته د الله مهلت ورکول یې د لوښي او پیمانې ډکېدل او د ازمېینې یې بشپړېدل وو[52].
پېغامونه:
1- ابلیس د کبر له کبله بښنه و نه غوښته؛ بلکې غچ ته یې مهلت وغوښت. (فَأَنْظِرْنِی…لَأُغْوِیَنَّهُمْ)
2- ابلیس په بشپړ کبر او کفر، د خپلې غوښتنې له ویلو نهیلی نشو. «رَبِّ فَأَنْظِرْنِی»
3- عمر د الله تعالی په لاس کې دی. «رَبِّ فَأَنْظِرْنِی»
4- په دعا کې الله تعالی ته «ربّ» ویل اغېزمن دي. هم الهي اولیاوو او هم ابلیس په خپلو دعاوو کې دا کلمه کارولې ده). «رَبِّ فَأَنْظِرْنِی»
5-ابلیس هم له معاده خبر و «إِلی یَوْمِ یُبْعَثُونَ» هم په توحید پوهېده «رَبِّ» هم په نبوت پوهېده. «عِبادَکَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِینَ»؛ نو ستونزه یې د دین په آرونو نه پوهېدل نه وو؛ بلکې کبر او ځېل و.
6- الله تعالی د خپل خورا ناوړه مخلوق دعا هم مني.( رَبِّ فَأَنْظِرْنِی… فَإِنَّکَ مِنَ الْمُنْظَرِینَ)
7-بې له ابلیسه ځینې نور هم اوږد عمر لري. «مِنَ الْمُنْظَرِینَ»
8-د عمر هر اوږدوالی، د الله تعالی د مینې او محبت او د نېکمرغۍ نښه نه ده. «مِنَ الْمُنْظَرِینَ»
9-الهي دود خو دادی، چې د مرګ خوند پر ټولو څکي؛ نو تر قیامته د ابلیس د عمر خبره و نه منل شوه؛ بلکې تر یوې ځانګړې ورځې پورې ومنل شوه. «إِلی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ»
10-د ابلیس د وسوسو خطر جدي دی.(هغه سوگند کړی، چې ټول به په یوه نه یوه ډول ورکلاروي). «فَبِعِزَّتِکَ لَأُغْوِیَنَّهُمْ»
11-کله یوه ګناه د نورو سترو ګناهونو سرچینه شي.(آدم ته د سجدې نه کولو ګناه، د خلکو د اغفالولو او تېر ایستنې ګناه ته سریزه شوه). «لَأُغْوِیَنَّهُمْ»
12-په عبودیت کې اخلاص، د شیطان له لومو د خوندېینې شرط دی. «إِلاّ عِبادَکَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِینَ»
قالَ فَالْحَقُّ وَ الْحَقَّ أَقُولُ«84» لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنْکَ وَ مِمَّنْ تَبِعَکَ مِنْهُمْ أَجْمَعِینَ«85»= (الله) وويل: ((نو حق همدادی او زه هم حق وايم، چې هرومرو به دوزخ له تا او ټولو هغوى ډك كړم، چې ستا لاروي وكړي!))
قُلْ ما أَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ مِنْ أَجْرٍ وَ ما أَنَا مِنَ الْمُتَکَلِّفِینَ«86»= (پېغمبره!) ووايه: ((زه په دې [رسالت] له تاسې نه څه بدله نه غواړم او نه زه له متكلفينو، (رياکارانو او له ځانه جوړوونکيو) ځنې يم. (خبرې مې څرګندې او پر دليل ولاړې دي).))
إِنْ هُوَ إِلاّ ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ«87» وَ لَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِینٍ«88»=دا (قرآن) خو يوازې نړيوالو ته پند دى؛ او هرومرو څه موده روسته به یې (د نړيوالېدنې) خبر واورئ.
ټکي:
*د وینا او ویوونکې ترمنځ څلور ډوله اړیکه ده:
الف) هم ویوونکی باطل دی او هم وینا باطله ده.
ب) ویوونکی پر باطل دی؛ خو خبره یې حق ده.
ج) ویوونکی پر حق دی؛ خو خبره یې باطل ده.
د) هم ویوونکی حق دی او هم یې وینا حق ده.
الله تعالی هم پخپله حق دی او هم یې وینا حق ده. «قالَ فَالْحَقُّ وَ الْحَقَّ أَقُولُ»
*ددې سورت په پیل کې د ذکر خبره وشوه، «ص وَ الْقُرْآنِ ذِی الذِّکْرِ» د سورت په پيل کې هم ذکر داسې یاد شوی دی: «إِنْ هُوَ إِلاّ ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ»
له هغه تکلف څخه مراد، چې پېغمبراکرم یې له ځانه نفې کوي، دادی، چې خبرې مې منطقي او څرګندې دي او څه پر تاسې نه درتپم. «ما أَنَا مِنَ الْمُتَکَلِّفِینَ»
*لکه څنګه چې ددې سورت تر ۶۷ آیت لاندې: «قُلْ هُوَ نَبَأٌ عَظِیمٌ» مو وویل، چې د روایتونو له مخې، له «نَبَأٌ عَظِیمٌ» مراد د علی بن ابی طالب کرم الله وجهه د ولایت خبره ده، چې روستي آیت هم، د هماغه آیت په څېر د «هو» له ضمیره ګټنه کړې او وايي: دا خبره به تر څه مودې روسته ښکاره او ترې خبر به شئ. «إِنْ هُوَ إِلاّ ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ وَ لَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِینٍ»
په زړه پورې خو داده، چې په نورو آیتونو کې د پېغمبر اکرم د رسالت لاسباړه، له اهلبیتو سره مودت/مینه اوڅار شوې او په دې آیتونو کې هم رسالت ته د توکیزې لاسباړې تر نفې روسته، دې چار ته پاملرنه شوې ده.
پېغامونه:
1- الله تعالی یوازې حق خبره کوي.(تر «اقول» کلمې مخکې چې د «حق» کلمه راغلې؛ نو دا ددې نښه ده، چې هغه یوازې حق خبره کوي). «وَ الْحَقَّ أَقُولُ»
2-باطلپالي، چې خپل چار ته پښه ټینګه کړي؛ نو تاسې یې هم په مقابل کې په ځغرده خبرې کوئ.شیطان وویل: (لَأُغْوِیَنَّهُمْ…) الله تعالی وویل: «لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ»
3-په قیامت کې به د کفر مشران او لارویان یې په یوه ځای کې راغونډ کړای شي. «جَهَنَّمَ مِنْکَ وَ مِمَّنْ تَبِعَکَ»
4- شیطان جسم لري؛ ځکه د دوزخ ډکېدل په هغه حالت کې دي، چې ابلیس جسم ولري. «لَأَمْلَأَنَّ»
5-مبلغ دې خپله بې تمي خلکو ته اعلان کړي. «قُلْ ما أَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ مِنْ أَجْرٍ»
6-په تبلیغ کې د بري شرط، له خلکو تمه نه درلودل دي. «قُلْ ما أَسْئَلُکُمْ»
7- پېغمبران، نه یوازې توکیزه تمه نه لري؛ بلکې له خلکو یې هیڅ ډول تمه هم نه درلوده. «مِنْ أَجْرٍ»
8-په تبلیغ کې د بري یو شرط، تکلف نه درلودل دي.(مؤمن، په خپله کړنه او وینا او ناسته پاسته کې؛ نورو ته زحمت نه ورکوي). «ما أَنَا مِنَ الْمُتَکَلِّفِینَ» تصنع، تکلّف او ظاهرسازي یو کږلی او رټلی چار دی.
9-هغه کس نړۍ ازادولای شي، چې پخپله له ځانه جوړو شویو دودونو کې ښکېل نه وي. «ما أَنَا مِنَ الْمُتَکَلِّفِینَ إِنْ هُوَ إِلاّ ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ»
10-د قرآن رسالت نړیوال دی. «ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ»
11- قرآن د راویښېدو او هوښیارۍ کتاب دی. «ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ»
12- بې قرآنه انسان، ډول ډول غفلتونه او هېرونې ګواښي. «إِنْ هُوَ إِلاّ ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ»
13- بشر به په راتلونکي کې د قرآن له مهمو خبرونو (د ژمنو عملي کېدو او د متقیانو او صالحانو د بري په اړه) خبر شي. «لَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِینٍ»
«والحمدللّه ربّ العالمین»
[1] -نمونه تفسیر
[2] – راهنما تفسیر
[3] – انبیاء،50
[4] – ص،87
[5] – قمر،17.
[6] -.نحل،43 و انبیاء،7
[7] – المیزان تفسیر
[8] -.اسراء،49
[9] – المیزان تفسیر
[10] – عنکبوت،14
[11] – حاقّه،6.
[12] – بقره،50
[13] – قمر،31.
[14] -قمر،54
[15] – حجر،79
[16] -بقره،260.
[17] – مائده،110.
[18] – نمل،28.
[19] -.نمل،16
[20] – فیل،3.
[21] -.نور،41.
[22] – عیون اخبار الرضا، ۱ټ، ۹۴ مخ ، ۱ حدیث. موږ له راهنما تفسیر راخستی دی.
[23] – غافر،20.
[24] – غافر،27
[25] – محمّد،24.
[26] – آل عمران،79.
[27] – مریم،12
[28] – فرقان،30
[29] – کافي،ج2،ص602
[30] – نهج البلاغه،خطبه 198
[31] – عادیات،8.
[32] – نمونه تفسیر
[33] – نمل،17
[34] – انعام،112
[35] – یوسف،101
[36] – حاقّه،6
[37] – نمونه تفسیر
[38] – بحار، ۱۲ ټ، ۳۵۱ مخ
[39] – بحار،ج 12،ص 348
[40] – حجر،9.
[41] – طه،14
[42] – اعراف،39
[43] – سبأ،31.
[44] – فرقان،29
[45] – زخرف،67
[46] – احزاب 67.
[47] – ابراهیم،22
[48] – کافي، ۸ټ، ۳۰ مخ
[49] – نورالثقلین تفسیر
[50] -اطیب البیان تفسیر
[51] – اطیب البیان تفسیر
[52] – نهج البلاغه،خطبه 1.