تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  مشرتابه او انسان سازۍ کې د نبوي سيرت ونډه ليکوال: شيخ سالم الصفار     پينځم څپرکى سيره او ارواپوهنه د پېغمبر اکرم په باب د غربي پوهانو خبرې: “ويليام سوير” انګليسي اديب او ليکوال په “سيره محمد” کې ليکي:  ((“محمد” په خپلو روښانه ويناوو او اسان […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 مشرتابه او انسان سازۍ

کې د نبوي سيرت ونډه

ليکوال: شيخ سالم الصفار    

پينځم څپرکى

سيره او ارواپوهنه

د پېغمبر اکرم په باب د غربي پوهانو خبرې:

“ويليام سوير” انګليسي اديب او ليکوال په “سيره محمد” کې ليکي:

 ((“محمد” په خپلو روښانه ويناوو او اسان شريعت،د نړۍ د  ټولو مشرانو مخکښ دى.هغه په خپلو سترو کارنامو،هېښ حيران کړل. په تاريخ کې بل داسې مصلح نشته چې په دومره لږ وخت کې ويده بشريت را ويښ،نېک خويونه يې دود او پوهې ته يې ارزښت ورکړى وي.))

 

“فرانسوا ولټر” فرانسوي پوه او د فرانسې د پاڅون له فکري مشرانو،په ((محمد)) کې ليکي:

((په رښتيا،چې د”محمد” په وجود کې څه عجيبه ځواک دى،چې انسان ستاېنې او درناوۍ ته اړباسي. چا به چې لاس ورکړ؛نو له لاس ورکوونکي مخکې يې لاس نه راکښه او د کوڅو د ماشومانو له څنګه، چې تېرېده په مينه او خندا ورسره چلېده.))

ټول عالمان يوه خوله دي،چې دين د انسان پر ژوند ستر اغېز لري،چې د شخصيت د انډول لامل او د روحي ناروغيو مخنيوى يې کوي او کله خو د ډېرو روحي ناروغيو درمل هم دى.

 نن په غير اسلامي هېوادو کې روحي ناروغۍ ډېرې شوي،چې دولتو هم ورته د درملنې لپاره د کلينکونو په جوړولو ډېره بودجه ځانګړې کړې  ده .

 

انسان او ارواپوهنه

ارواپوهنه؛هغه پوهه ده،چې د انسان چلن څېړي؛البته هغو هڅو ته يې ډېر پام دى،چې د انګېزو پر وړاندې غبرګون  وي .

 پر ((غبرګون)) او ((محرک)) د رڼاوي لپاره مو لاندې مثال ته پام را اړوم.

 څوک چې راسره بد کوي؛نو يو له دې غبرګونو ښيو:

 1_ پر وړاندې يې ورته کار کوو.

 2_خپله غوسه  سړوو او غلي کېږو.

 3_نېکي ورسره کوو.

 په دې مثال کې د هغه سړي بد چلن ((محرک)) دى او د کړنو پر وړاندې يې زموږ  چوپتيا،احسان  او  ورته عمل  ته ((غبرګون)) وايي.

د انسان هر غبرګون د وجود د دوو اړخونو پايله يې ده؛يو يې ” پيژندګلويز” اړخ دى؛لکه  فکر،تخيل  او حافظه  او  بل يې “عا طفي” اړخ دى؛لکه  اراده،لېوالتيا او بوږ .(107)

 

ديني زده کړې او ارواپوهنه

د عقل او شهوت ترمنځ په مبارزه کې،د انسان د عقلاني  اړخ د ودې  لامل،پر خداى ايمان او دا باور،چې انسان پر ځمکه د خداى ځايناستى دى.

 هماغه  شهوت،چې د “قابيل”،”فرعون”،”نرون” او “هيټلر” په څېر وګړيو ‌برلاسى شو،چې تر اوسه خلک پرې لعنتونه وايي. په دې اړه  رسول اکرم (وسايل: ١٩٠ باب) وايي: ((خداى پرښتې له نږه  عقله او څاروي له نږه  شهوته پيدا کړل؛خو د انسان په پيداېښت کې يې عقل او شهوت سره ګډ کړل؛نو د چا چې عقل پر شهوت برلاى شو؛نو تر پرښتوو غوره او د چاچې شهوت پر عقل برلاس شو؛نو تر څاروي  هم  بدتر دى .))

 

وراثت او چاپېريال

په دې برخه کې به د  ارواپوهنې دوو اړوندو مسئلو ته اشاره  وکړو:

 1_ هر انسان ځاني وړتيا او ځواک لري،چې په ځانګړي شرايطو کې فعليت ته رسي.

 2_انسان پر هغو استعدادونو سربېره،له کورنۍ، چاپېريال  او  ټولنې، يو لړ تجربې  زده کوي .

 د پورته دوو نظرياتو په  رڼا کې،د اسلام  د  پېغمبر تر  ټولو  ستر برى  به  دا وي،چې  د کعبې له خدمتګارانو شي يا داچې د  قريشو تر بېرغ  لاندې د عربو قبايل راغونډ کړي او چارواکى شي؛خو چې آنحضرت پېغمبر  شو؛نو د  جاهليت ټول  دودونه يې له  منځه  يووړل  او  پر ځاى  يې  اسلامي  دودونه  راوړل او خلکو هم پرې ايمان  راووړ او  جاهلي  دود يې پر  پرمختللي  دود واړاوه .

ځينې نظريات،د چاپېريال اغېز ارواپوهنيز اصل ګڼي او ځينې  عالمان ترې انکار کوي  او ځينو  نورو عالمانو له دې دوو نظرونو يو بل نظر را ايستى؛لکه د “ډاروين” نظر او د”پاولوف” د”شرطي انعکاس”  نظريه،چې د تاريخي “ماټرياليسم” پر بنسټ ولاړه ده.

 

اسلام او د ارواپوهنې اصول

مادي ارواپوهان،د حقيقت او رښتيا له بهيره کاږه شوي او له ځان سره يې خپل لارويان هم دې کندې ته ورګوزارکړي.هغوى د تېري، پر نورو واکمني او لوړتيا غوښتنې،د انسان اړتياوې ګڼلي،چې ورته د رسېدو لپاره،له هرې شونې لارې کار اخلي او پر همدې بنسټ يې ظالمانو ته د لوټ او وران کارۍ مخه پرانستې ده؛ خو اسلام دا ټولې غوښتنې کرکجنې بلي،چې د توارث او د بشري  ټولنو  له  سمو عاداتو يې  سرچينه  نه ده  اخستې  او درملنې ته يې  پر قرآن  او نبوي سنتو عمل وړانديز کړى دى.

 دلته د مادي ارواپوهنې له مخې،د انسان ځينې غوښتنې څېړو او اسلامي ليد توګه هم ورسره جوخت راولو:

 

ټولنيز ملاتړ او الهي ملاتړ

ټولنيز ملاتړ ته اړتيا،د بشر تر ټولو لومړۍ اړتيا ده،تردې چې ډېر ارواپوهان يې د ژوند د طبيعي اړتياوو؛لکه  خوړو او خوب په لړ کې شمېري.

 اسلام يې هم  په  انسان کې ټولنيز ملاتړ ته لېوالتيا په رسميت پېژندلې او ټينګار پرې کوي؛خو په دې باب د مادي او  اسلامي فکر توپېر په دې  کې  دى،چې  قرآن کريم،خداى د  انسان  د ملاتړ  سرچينه  ښيي  او ددې  حقيقت  بيانوونکى دى، چې  انسان د خپلې ګټې  او  تاوان  خاوند نه دى او د مړينې،ژوند او  د  قيامت  پر  ورځ  د  را  ژونديتوب په  اړه   واک  نه لري. پېغمبر اکرم خلکو  ته وويل: ((که په تاسې کې څوک له خدايه څه وغواړي؛نو له  ټولو  خلکو  دې  خپله هيله پرې کړي او بې له خدايه دې  بل  ته هيلمن نه وي،چې خداى يې غوښتنه پوره کړي. )) (108)

اوس،چې د اسلامي  ټولنيز ملاتړ پر مفهوم پوه شو؛نو ښه  به  وي پر مهمو بنسټونو او سريزو يې هم رڼا واچاوهو:

 د اسلامي ټولنيز ملاتړ،يو تر ټولو مهم بنسټ،د نيت او موخې سپېڅلتيا ده؛البته ټولو ښوونځيو انسان راهڅولى،چې بايد موخه ولري او د ارواپوهانو کلکه سپارښتنه ده،چې په چارو کې کې بري ته موخه ټاکل په کار دي،چې ژوند مو سمون،معقوله مانا او حرکت پيدا کړي او هڅه يې دوام ومومي او وايي:

 ((د موخې نه درلودل او يا يې ناڅرګندېدل،انسان پر ژوند بدګومانوي او ژوند له خپګان او ستړيا ډکوي.))

اسلام؛ژوند او انساني هويت،د خداى  پر عبادت؛يعنې پر ځمکه د خداى د ځايناستې د مفهوم پر پلي کېدو سره تړي. پردې مانا چې انسان دنده لري،د اسماني احکامو له مخې،د خداى عبادت  وکړي.

 د موخې  په  ټاکنه  او ورته په  پام کې د مادي انسان او مسلمان توپېر دادى،چې که مادي انسان خپلې موخې ته  و نه رسېد؛نو خپګان پرې راځي او پوچي او بې ارزښتي احساسوي او ډېرى وخت له خپلو همځوليو په غچ اخستو او جنايتو لاس پورې کوي؛خو مسلمان تل د خپلې دندې سر ته رسولو ته  چمتو وي او که خپلې موخې ته  و نه رسېد؛نو معذور دى  او  اجر  يې له خداى سره خوندي دى. مسلمان که الهي موخه ولري؛نو له  ډګره  نه تښتي، موخې ته  ورسي    که  نه.

 پېغمبر اکرم  وايي:(( د کړو وړو ارزښت،د کوونکي په نيت پورې اړه لري. )) (109)

يعنې دا مهمه ده،چې د انسان موخه الهي وي،که موخې ته  ورسېد او که  نه،چې په داسې حالاتو کې،که د انسان نيت ښه وي؛خو موخې ته و نه رسي؛نو خداى په مهربانۍ خپل بنده ته تسل ورکوي چې:(( د مومن  نيت  تر کړويې غوره  دى.)) (دتېرې سرچينې ،څلورم حديث)

[ ژباړن:کېداى شي نننۍ پر مخ تللې نړۍ انسان ته ډېر څه ورکړي وي؛خو په څنګ کې يې ډېر داسې څيزونه ترې اخستي،چې نه شتون يې پر انسان ژوند تريخ کړى او هغه پر ډول ډول عقلي ناروغيو د انسان اخته کېدل  دي،چې د عقلي عصبي ناروغيو د متخصصينو د وينا له مخې،څه چې ننني انسانان په تېره ځوانان کړوي، په ژوند کې د ارزښتناکې موخې نه درلودل دي؛يعنې ژوند ورته يوازې خوند اخستل ښوول شوي،چې د دنيا په يو خوند هم انسان نه مړېږي، چې په پاى کې د ژوند پوچوالي او بالاخره ځان وژنې ته رسي،چې ددې برخې متخصصين يې دې ته اړ کړل، چې په دې اړه  په څېړنو لاس پورې کړي،چې له دې څېړنو، په زړه پورې او د وينا  له مخې يې حېرانوونکې پايلې درلودې،چې ددې کتاب تر حوصلې لرې دي؛خو څو ته يې اشاره کوو؛د آلزايمر ناروغي په هغوى کې خورا لږه ده ،چې عبادت يې کاوه او پردې سربېره،په نويو ارواپوهنيزو مقالو کې پردې خبره خورا ټينګار کېږي،چې انسان څو ډوله امنيت لري؛لکه جسمي،روحي او ټولنيز او هغه امنيت،چې دا امنيتونه تنظيم او رانغاړي او تر ټولو لوړ دى (( معنوي امنيت )) دى ، چې “عقلي عصبي”  متخصصين غواړي د ننني ناکراره بشر د ارامۍ لپاره په خلکو کې معنوي امنيت غښتلى کړي او وايي،چې د هغو وګړيو عمر د نورو په پرتله اوږد دى،چې په  ژوند کې معنوياتو ته يې پام وي او موخه ولري او څومره،چې دا معنويات او موخه سپېڅلې وي؛نو هومره د انسان ژوند خړوب او له خوشحالۍ ډک وي او نن هم، چې د دنيا د سترو اراواپوهانو؛لکه “وين ډبليو ډاير”، “اسپنسر جانسون” او “جي پي واسواني” کتابونه پر همدې موضوع کښل شوي،چې په ټولو کې په ژوند کې د بريو او خوشحاليو د لاس ته راوړو لپاره پر ايمان او معنوياتو خورا ټينګار شوى دى،چې بېلګه يې د وين ډبليو ډاير د    “There is a spiratual solution to every problem    کتاب دى چې تر هغو زرونو کتابو يوه  بېلګه ده، چې هڅه کوي د مادي انسان مخه معنوياتو ته راواړوي .]

 

 

الهي ارزښت او ټولنيز ارزښت

د الهي ارزښت اصطلاح مو د مادي ارواپوهانو د ټولنيز ارزښت پر وړاندې رامنځته کړه. له  ټولنيز ارزښته مراد دادى،چې د هر انسان  روح  دې ته اړ دى،چې نور ورته په درنه سترګه وګوري او شخصيت يې په رسميت وپېژني.

 ارواپوهان وايي:((د هر انسان  ټولنيز ارزښت  په دې پورې اړه لري، چې نورو ته څومره ارزښت  ورکوي او پرې لورېږي))

 پېغمبر اکرم (وسايل :باب ١٠٥- ٢٥حديث) څوارلس پېړۍ مخکې ويلي وو:

 ((د مومن له  نښو يوه داده، چې له  خلکو سره  مينه  وکړي او خلک هم  ورسره  مينه وکړي.))

 مهربان خداى هم خپل پېغمبر ته چې په دې باب بېلګه و،وايي: (( دا الهي پېرزوينه او رحمت و،چې ته يې نرم خويه او مهربان کړې او که توند خويه او نامهربان وې؛نو خلک به درنه  خپاره  شوي واى .)) (110)

  دا آيت خداى ته د رسول اکرم لورنه  منسوبوي،چې تر هغو لورنو توپېر شي،چې د وګړنيو غوښتنو يا د مادي لورېنو راماتولو ته وي.بلخوا اسلام  له خلکو سره دوستي او دښمني هله روا ګڼي،چې خداى او د احکامو پلي کولو لپاره وي يا داچې له الهي احکامو سره په ټکر کې نه وي.

پر نورو د واکمنۍ،برلاسۍ او ذلت په اړه،اسلامي فکر د مادي عالمانو له نظر سره توپېر لري؛ ځکه دوى د((ماکياول)) او ((فرويد)) په افکارو پسې ځي او انګېري:

((په هره وسيله چې وي،موخې ته ورسېږه)) يا (( دومره دروغ ووايه،چې خلک دې پر خبره باور وکړي.))

حال داچې رسول اکرم،روحي ناروغيو؛لکه ځان ټيټ ګڼل،ځان ګناهګار ګڼل او له روحي دباوونو ژغورلو ته يې د عبادتونو سپارښتنه کړې ده او د دوه اړخيز ټولنيز مسئووليت او مرستې پر بنسټ يې ټولنه جوړه کړه او په عقيدتي سپارښتنو د بنيادم روحيات انډول ته رابولي،چې لاندې احاديث يې بېلګه دي:

(( شيطان چټل او پليت دى او له مودو راهيسې يې کړ چارې عادت شوي دي.))،((که په يو چار کې بې ځايه شکمن شوئ؛نو و يې کړئ.))، ((پام مو پر بد پال خراب نه کړئ او خپلې چارې پر مخ بوځئ.))

وګورئ: وسائل:١٦ باب،٢ حديث او همداراز:تحف العقول:٣٥ مخ

 

امنيتي اړتياوې

 ارواپوهانو دا اړتيا د انګېزو او د انسان د اړتياوو په ليکه کې شمېرلې ده،چې په درېو برخو کې د انځور وړ ده: روحي امنيت، ژوند او راتلونکي امنيت ته هيله او په اوسني ژوندکې امنيت.

 اسلام دا ټول امنيتونه اړين ګڼلي؛خو مفهوم يې ورته سم کړى دى. اسلام د امنيت سرچينه هغه  خداى ګڼي،چې له  هر څه خبر دى. د خداى استازى (بحار: ١٠٠ توک ٤٦مخ) وايي: ((مسلمانان سره وروڼه دي او په انساني او ټولنيزو حقوقو کې مساوي دي او تر ټولو بېوزله پکې  پناه  ورکړاى شي او د دښمن  پر وړاندې يو لاس  دي .))

 د اسلام تلپاتې دين،د انسانانو دوستي او دښمني او نور اړخيز مسايل،د حلالو  او حراموپه کړلارې تنظيم کړي دي.

 د خداى استازى (کنزالعمال: ٩٢٦٦ حديث ) وايي:((څوک چې حرام وخوري؛نو  تر څلوېښت شپو يې  لمونځ نه قبلېږي.)) ((څوک چې پر نامحرمه ښځه برلاس شو او د خداى له وېرې يې پرېږدي؛نو خداى به پرې د دوزخ  اور حرام کړي او د قيامت له سترې وېرې به يې وساتي او جنتي به يې کړي.))[وګورئ : وسايل : ١١- ١٩٩]

 د اسلام دين هغه حلال  ګڼي،چې ذاتاً پاک  وي او له  سمو  لارو  لاس ته  راغلي وي او نورو او ځان  ته  د  ضرر  لامل نه شي.

 [ژباړن : د پېغمبر اکرم د همدې خبرې په تصديق بايد ووايم چې: ټول الهي احکام هم داسې تنظيم شوي،چې انسان ته ګټه لري او ان نورو ته پوټى تاوان هم نه لري، ددې کتاب د ژباړې پر مهال د “خوګ انفلوانزا” افغانستان نړۍ او وارخطا کړې ده او په ميليونو ډالر لګوي،چې دپراختيامخه يې ونيسي؛ځکه دا ناروغي نورو ته لېږدېدونکې ده؛نو ګرانو!د پېغمبر اکرم په احاديثوکې د”خوک” د غوښې پر حراموالي او نه خوړو يې ټينګار شوى او هغوى چې تل له الهي احکامو سرغړونې ته مخونې راوړي او ويل يې،چې نن طب پر مخ تللى او کوم “پرازيټ” چې د “خوګ” په بدن کې و؛ نن درمل لري؛ښه هغه پرازيت ته خو مو درمل راوايستل؛خو له دې انفلونزا سره به څه کوئ.خبره دا نه ده؛بلکې په بل څه کې ده او هغه هم “نوى علمي ځېل” دى،چې نن د علم په نامه روان دى؛نو که د نړۍ روغتيايي کارکوونکي په واقعي مانا غواړي په نړۍ کې له ناوړه رنځونو مخنيوى وکړي؛نو د زړه له کومې دې راشي او د اسلام روغتيايي احکام دې ولولي او منشور دې ترې جوړ کړي، چې البته دا خبره يوازې د الهي احکامو طبي اړخ و،دا چې نورې به څومره ګټې لري؛د هرعلم متخصصين پرې پوهېږي.]

 د خداى استازى  وايي:(( د مسلمان مال  پر  بل مسلمان هله حلال دى،چې په خوښه يې وي .))

 حرام هغه دي ،چې ذاتاً پليت او چټل وي او يا د نورو پر حقوقو د تېري له لارې لاس ته راغلي وي؛لکه هغه مال،چې د غلا،احتکار،خيانت او په راکړو ورکړو کې په چل ول لاس ته راغلى وي.

 

د  مالکيت اړتيا

مالکيت اړينه اړتيا ده،چې مادي ارواپوهانو هم د انسان اړتيا ګڼلې؛خو د اسلام له  نظره،مالکيت هم د نورو وزلو په څېر،د ژوند د اړتياوو د پوره کولو هومره مشروعيت لري او د شتمنۍ ګټلو لپاره زيار عبادت  ګڼل  شوى دى .

په روايت (وسايل : ٧باب :٢حديث )کې راغلي: ((څوک به تر هغه مړ نه شي،چې خپله روزي يې پاى ته نه وي رسولې؛نو روزي له حلالو لارو لاس ته راوړئ او تقوا جامه کړئ .))

 

له ښکلا سره مينه

ارواپوهانو دا اړتيا د انسان د اړتياوو د لړ په پاى کې راوړې . اسلام  هم دې اړتيا ته د نورو اړتياوو په څېر  ارزښت ورکړى او ورته لاس رسي يې عبادت  ګڼلى دى.

قرآن کريم د اعراف د سورت په32 آيت کې پېغمبر اکرم ته وايي:

قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَذلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ = (پېغمبره!) ووايه :((چا الهي ښكلا،چې خپلو بندګانوته يې رايستلې ده او  پاكه روزي،حرامه كړې ده ؟!)) (ورته) ووايه :(( دا  په دنيوي ژوند كې مؤمنانو ته دي (كه څه هم نور په كې برخه لري؛خو) په قيامت كې به يوازې مؤمنانو ته وي.))  په دې توګه موږ ( خپلې) نښې پوهانوته ورښيو. ))

 پېغمبر اکرم يوه  ورځ يو صحابي وراټه،چې ظاهري ښکلا ته يې پام نه کاوه او  ورته  يې وويل: (( له الهي نعمتونو ګټه او خوند اخستل  د دين  يوه برخه  ده.))

[ وګورئ:وسايل: لومړى باب، ٥حديث، د جامو احکام ]

همداراز په تېره سرچينه کې حديث دى چې:((خداى ښکلى دى او ښـکلا خوښـوي .))

  قرآن مجيد په “نحل” سورت کې طبيعي او حيواني شتمنيو ته پر پاملرنې ټينګار کړى دى.

[ژباړن:په دې باب وګورئ: سيدقطب؛افرينش هنري قرآن]

 

 

 

 

د ودې پړاونه

ننني ارواپوهان د ودې هره پړاو د ميراثي او چاپېريالي لاملونو اغېز ګڼي،چې په دې  کې يې د “ډاروين” او “فرويد”  نظرياتو ته ډېر پام اړولى او نه ديني او اخلاقي اړخونو ته؛خو په اسلام کې د انسان  د ودې  ټولو  پړاوونو ته  پام شوى دى:

1_د کورودانې (ژوند ملګرې) د ټاکنې پړاو.

 2_د څاڅکي د تړلو پړاو.

 3_ د دوه ځانۍ پېر.

4_ د زېږون وخت.

 5_د شېدو ورکولو وخت .

 

الف_ د کورودانې (ژوند ملګرې) ټاکنه:

 اسلامي  قانون،مسلمانان  له خيانت کارې او تېري کوونکې کورنۍ يا ټبر سره  له  واده او خپلوۍ ژغورلي دي او څرګنده کړې يې ده،د چا چې په خټه کې خيانت اغږل شوى وي؛نو پر اولاد يې هم منفي او ناوړه اغېز لري او سپارښتنه يې کړې،چې [وسايل : ٨٣ باب :٦ حديث]: (( له  ايمانوالو او نېکو ښځو سره واده وکړئ؛ ځکه اصل او ريښې يې ستاسې اولاد ته هم لېږدي)) همدارز د همدې سرچينې ٣٣باب ، لومړى حديث:((د اولادونو ماماګان مو ستاسې د مېرمن په څېر وي ))؛يعنې د ماماګانو ځانګړنې خورينو او خورزو ته لېږدي.

 [ژباړن:دا مطلب،چې اسلام پرې هغه مهال ټينګار کړى و،نن د طبي علومو د “جنټيک” د برخې مهمه برخه ده،چې د “غالب” او “مغلوب” صفت تر عنوان لاندې پرې خورا زياتې څېړنې شوې،چې همدا د صفاتو پر لېږد ټينګار کوي.)

 

ب_ د څاڅکي تړل:

 د اسلام دين د څاڅکي د تړلو د وخت لپاره ځانګړې سپارښتنې لري،چې د مور او ماشوم د روحي او بدني روغتيا لامل دي؛لکه په مياشتينۍ کې له نږدې والي ژغورل شوي يو،له غسل مخکې احتلام مکروه دى.له کوروالي مخکې ((بسم الله)) ويل او داسې نور…

ت_ دوه ځاني (اميندواري):

 دا د انسان د ژوند مهم پړاو دى،که پکې  ديني لارښوونې پلي شي؛نو  د  نسل  د  سمون لامل  به  شي. اسلام دې پړاو ته  ساده؛خو  ګټور احکام لري.د ساري په توګه: د کجورو او نشپاتي په څېر مېوې  دې وخوړل شي،له خوړو مخکې دې ((بسم الله)) وويل شي او د قرآن  ويلو او دعا کولو پر مهال دې لاسونه پر ګېډه کېښوول شي او……

ټ_زېږون:

 پېغمبراکرم ښځو ته سپارښتنه کړې،چې تر لنګوال وروسته کجورې وخورئ؛ځکه د شېدو له لارې پر ماشوم هم اغېز لري او ماشوم يې زغمناک وي.

حديث داسې دى:((مېرمن،چې تر لنګوال وروسته کجورې خوري؛نو اولاد يې که هلک وي يا جلۍ،زغمناک وي.))

 (وګورئ: وسايل: ٨٣ باب، ٦ حديث)

په  څلوېښتۍ کې يا د نفاس پر مهال،اسلام له ښځې د ديني دندو د اجرا پېټى پورته کړى،چې پام يې ځان او ماشوم  ته وي .

[ژباړن: په دې پېر کې،چې د “نفاس” دوره هم ورته ويل کېږي،هغه بدلونونه بېرته خپل عادي حالت ته راګرځي،چې د دوه ځانۍ پر مهال د مور په بدن کې راغلي وي. په لنډو ټکيو وايم،چې د دوه ځانۍ په پېر کې له سره تر پښو،د بدن په ټولو غړيو کې بدلونونه راځي،چې ددې بدلونو عادي حالت ته راګرځېدل 40 ورځې وخت غواړي، چې  طب هم دا دوره 40 ورځې ښوولې،چې لوستونکي دې د پوره پوهېدو لپاره د “نفورث او ويليامز” نسائي ولادي کتاب ولولي .)

ث_ دشيدو ورکولو وخت:

 اسلام ټينګار کوي، چې مور دې هرومرو خپل ماشوم ته خپلې شيدې ورکړي  او  که  په خپله  شيدې نه لري؛نو بله  ښځه  دې دا کار  وکړي.

پېغمبر اکرم (وسايل؛ ٨٧باب ٥ حديث) ويلي:(( د مور د شيدو هومره ماشوم ته هېڅ خواړه هم غوره نه دي)) او که د ماشوم خپلې مور شيدې  نه درلودې او که بله ښځه دې کار ته وګومارل شي؛نو د بلې ښځې د روح او جسم پر پاکوالي ټينګار شوى او (وسايل ٨٧ باب لومړى حديث) وايي:((پام وکړئ! چې څوک مو ماشوم ته شيدې ورکوي؛ځکه ماشوم له همدې شيدو سره وده کوي او ځوانۍ ته رسي))

[ژباړن : طب د مور د شيدو په اړه   وايي:په ساعت کې يو ځل بايد ماشوم ته  شيدې  ورکړل شي؛ځکه  په دې وخت کې د ماشوم وده ډېره چټکه وي او خداى هم د مور په بدن کې شيدې د ماشوم د بدن د اړتياوو له مخې برابروي او بايد وويل شي د مور شيدې هره شېبه له بلې شېبې توپېر لري؛ځکه د ماشوم د اړتياوو له مخې، د مور په شيدو کې هم بدلون راځي او همداسې د مور شيدې په خپله  “انتي بيوتيکي”ځانګړنې لري او کوم ماشوم،چې د مور شيدې خوړلې وي؛نو په راتلونکي کې يې هوش تر هغو ماشومانو خورا زيات وي،چې د مور شيدې يې نه وي خوړلې او همداسې هغه ماشوم،چې د مور شيدې خوري،د ډول ډول ناروغيو پر وړاندې يې مقاومت هم ډېر وي او داسې په زرګونو نورې ګټې،چې په طب کې د کوچنيانو په کتابو کې په تفصيل راغلي او د يادونې وړ ده، چې په طب کې ماشوم ته د شيدو ورکولو موده هومره ښوول شوې،چې اسلام ويلي؛ځکه تر دې مودې وروسته،د ماشوم بدن  دا وړتيا پيدا کوي،چې کومو موادو ته اړتيا لري،په خپله يې د کولمو له لارې جذب کړي او تر هغې  مودې  وروسته  د مور شيدې هم هغه ګټه نه لري،چې په دې  21 مياشتو کې يې درلوده. په همدې لړ کې بايد ووايم چې په لويديځ کې به ډېرو ميندو خپلو ماشومانو ته خپلې شيدې نه ورکولې،چې ښايست يې پرې خراب شي،چې دې کار د ټولنې ماشومان له بېلابېلو روغتيايي او عقلي ګواښونو سره مخ کړل؛خو چې کله د کوچنيانو متخصصينو پلټنې پيل کړې او د مور د شيدو په ارزښت وپوهېدل؛نو په نړۍ کې يې ماشوم ته د مور د شيدو د ورکولو د دودولو پراخ تبليغات پيل کړل،چې يوه ورځ يې د مور د شيدونړيواله ورځ ونوموله؛نو زه هغه متل وايم چې ((ځي ځي؛نو ابازو ته به راځي)) ؛نو نړيوالو! راشئ او دومره لګښت مه کوئ او د اسلام روغتيايي احکامو ته غاړه کېږدئ او که نه همدا لړۍ به روانه وي، چې په ټولنه کې به رنځوري را پيداکېږي او تاسې به بيا پلټنې پيلوئ او تر څو يې پايلو ته رسئ؛نو په ميلونو انسان به هماغه رنځ وژلي وي،چې له دې رنځونو د ژغورلو لار اسلام په ساده ټکيو ويلې ده؛نو ګورو،چې  د اسلام د دين  ټولې سپارښتنې د انسان  د بدن د شرايطو له مخې،د هغه خداى له لوري تنظيم شوي،چې موږ يې پيدا کړي يو او هغه دى،چې زموږ د بدن او روح له اړتياوو،تر هر چا  ښه خبر دى او زه خو وايم ،چې الهي احکام د انسان لپاره داسې دي؛لکه د مور شيدې.

 د ياودونې وړه ده، چې د ماشوم د زوکړې د وړومبيو ورځو شيدې،ډېرى ميندې ماشوم ته نه ورکوي او تويوي يې،چې داکار ناسم دى؛ځکه هماغه ټينګې شيدې (ورږه يا کنډ) د ماشوم د ژوند د وړومبۍ ورځې د اړتيا پوره کولو ته جوړې شوي،چې بل څيز يې نه شي پوره کولاى او په طب کې ددې شيدو په ورکولو خورا ټينګار شوى دى او بله دا چې تر شپږو مياشتو پورې، ماشوم ته بې د مور له شيدو بل هېڅ هم مه ورکوئ؛ځکه د ماشوم د هاضمې غونډال يې د هضمولو وس نه لري او کله کله خو ليدل کېږي،چې ځينې ((نياګانې)) ماشوم ته “چمبړخيال” او داسې نور مواد ورکوي او وايي زموږ ډاکتري تر اوسنيو ډاکترانو غوره ده،چې ددې خلکو دا کار له ماشوم سره يو ډول زياتى دى،چې کول دى په کار.]

اروايي پالنه په دوو پړاوونو کې  کېږي :

الف_بلوغ ته تر رسېدو مخکې .

ب_د بلوغ وخت او ترې وروسته.

اسلام(الف) پړاو ته کوم مکلفيت نه دى وضع کړى،چې اُخروي بدله ولري؛خو تر بلوغ وروسته پالنې ته يې مکلفيت وضع کړى،چې اُخروي سزا او بدله لري.

يو مسلمان اروا پوه (ډاکټر محمود البستاني په؛الاسلام و علم النفس، ١٠٠ مخ کې وايي:((هلک چې بلوغ ته نژدې وي؛د ماشومتوب د پړاو هومره زده کړې ته چمتووالى لري او د روزنې د چارو مسئوولين دنده لري،د ماشومتوب په پړاو کې،چې د چا کوم خوى او چلن سم شوى نه وي؛په دې پړاو کې دې يې ورسم کړي.))

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست