تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  عدالت لړلیک الله تعالی عادل دی.. 9 الهي عدل. 14 عدالت څه ته وايي ؟. 16 د مساوات او عدالت ترمنځ توپير. 19 حضرت علي؛ د عدالت انځور. 20 د حقوقو درناوى او د دنيا سپکاوى.. 25 ذاتي ارزښت او نسبي ارزښت.. 26 انساني لوړ منطق.. 30 ټولنيز سول. 33 په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

عدالت

لړلیک

الله تعالی عادل دی.. 9

الهي عدل. 14

عدالت څه ته وايي ؟. 16

د مساوات او عدالت ترمنځ توپير. 19

حضرت علي؛ د عدالت انځور. 20

د حقوقو درناوى او د دنيا سپکاوى.. 25

ذاتي ارزښت او نسبي ارزښت.. 26

انساني لوړ منطق.. 30

ټولنيز سول. 33

په مانيزو چارو کې د ټولنيز عدالت او حق ونډه 34

پر افکارو او ګروهو د ټولنيز عدالت اغېز. 37

د بخت د فکر د پيدا کېدو جرړه 39

روزګار ته بدويني. 41

ټولنيز عدالت او وګړيز اخلاق.. 43

استثنايي وګړي.. 43

د تبعيضونو اخلاقي اغېزې.. 46

په متعادله ټولنه کې متعادل اخلاق.. 48

د اسلام د بري راز. 51

پر عمومي چلن د عدالت اغېز. 53

په ځاى توپيرونه او بې ځايه توپيرونه. 59

د حضرت علي (کرم الله وجهه) له نظره د عدالت تعريف.. 59

ټولنه د ژوندي بدن په څېر ده 61

د ټولنې او ژوندي بدن توپير. 63

د انسان د مدني بالطبع مانا 64

پايښت ته جګړه که پايښت ته سيالي. 67

د سيالۍ دوې برخې. 69

عدالت که مساوات.. 71

په وړتیاوو کې د انسانانو توپيرونه. 76

حقيقي مساوات.. 77

بې طبقې اسلامي ټولنه. 79

د ناهواريو منځ ته وړو ته د رسول الله پام. 81

عدالت د حضرت علي کرم الله وجهه له نظره 83

الهي چارې پر عدل ولاړې دي.. 84

حضرت علي کرم الله وجهه د عدالت د لارې شهيد 85

کوم عدالت د حضرت علي (کرم الله وجهه) د مرګ لامل شو؟. 86

جود ښه دى که عدل؟. 87

عدل او “جود” د وګړيزو اخلاقو له ليد لوري.. 89

عدل او جود له ټولنيز اړخه. 89

د “جود” او “احسان” توپير. 92

عدالت؛ ټولنيزه فلسفه. 92

د تشويش څرګندول او غاړه خلاصول. 93

د حضرت عثمان (رض) قطايع. 95

تېر یې هېر نه کړل. 95

د عدالت پراخه نړۍ او د ظلم تنګه نړۍ.. 95

مهم اخطار. 97

د څنډې کېدو او پلمو پيلامه. 98

د ملګرو غوښتنه. 100

د اموالو مصادره 102

خپل عدالت يې وواژه؟. 102

حضرت علي او د خلافت له نومه ګټنه. 103

په اسلام کې د عدل آر. 107

له اسلامي عدله د مسلمانانو د کږېدو آریز لامل. 107

کلامي جرړه 108

الهي عدل. 109

عقلي حسن او قبح. 113

د حسن و قبح د ويينې عملي او ټولنيزې اغېز. 115

څلورګوني دليلونه. 120

له شرمه ډک استدلالونه. 120

د عدل د منکرانو بريا 122

د اشعري فکر عوام پسندي.. 123

يوه پرتلنه؛ فلسفي او ديني سوفسطائيان. 125

د روڼ آندۍ او جمود جګړه 127

حضرت علي(کرم الله وجهه) د جمود بلهار شو. 128

 

 

الله تعالی عادل دی

د متعال خدای عدل زبادلوته ګڼ دلایل دي، چې ځینې یې یادوو:

۱- هر انسان که څه هم په یوه دین پورې تړاو ونه لري، د خپل فطرت له مخې، د عدل ښه والی او د ظلم بدي درک کوي؛ ان که ظالم ته ظالم ووايې له دې نامې کرکجن دی او که عادل یې یاد کړې خوشحالېږي.

ظالم د شهوت او غضب تر اغېز لاندې، هڅه کوي چې خپلې ځاني غوښتنې ترلاسه کړي؛ که په خپلو بدو کې راښکېل او سروکار یې له محکمې سره شي او قاضي دده په زور او پیسو د حقوال حق لتاړ کړي او د ظالم پر ګټه پرېکړه وکړي، که څه ظالم د قاضي په پرېکړه خوښ دی، خو عقل او فطرت یې د قاضي پر پرېکړه بد وايي؛ اپوټه که قاضي د ظالم د زور او پيسو تر اغېز لاندې رانشي، حق و عدالت مراعات کړي، ظالم ترې ناراضي دی؛ خو فطرت یې قاضي ته په درناوي ویني.

نوڅنګه شونې ده هغه خدای چې د انسان په فطرت کې یې د ظلم بدي او د عدل ښه والي ایښی چې د عدل په ګاڼه یې پسوللی او پر ظلم له اخته کېدو یې پاکوي او د [((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ[1]: په یقین خدای په عدل او احسان امر کوي))

((قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ[2]: ووایه پالونکي مې په قسط (او انصاف) امر کړی دی)) او ((يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى[3]: داووده! پر ځمکه مو خلیفه کړی یې؛ نو په خلکو کې به دحق پرېکړې کوه او دهوا (ځاني غوښتنو) لاروي مه کوه. ]

له مخې د عدل حکم وکړي؛ خو خپله په خپلې واکمنۍ او حکم کې ظالم وي؟!

۲- د ظلم منشا، یا د ظلم په (قبح او بدۍ)ناپوهي یا موخې ته له ور رسېدو بېوسي ده او یا (چارې) هسې په هسې دي؛ خو خدای پاک له ناپوهۍ، بېوسۍ او سفاهت (کمعقلۍ) پاک دی.

نوځکه لایتناهي علم، قدرت او حکمت ایجابوي، چې خدای پاک عادل او له هر ظلم او بدۍ پاک وي.

۳- ظلم نقص (او نیمګړتیا) ده او که خدای ظالم وي؛ نو لازمېږي چې تړښت یې له کمال او نقصان ځنې وي، او پردې سربیره چې دا یو بدترین ډول تړښت دی، له کمال او نیمګړتیا جوړ، محتاج او محدود دی او دادواړه ځانګړنې د مخلوق دي نه خالق.

پایله داچې خدای د کایناتو په پنځونه کې عادل دی:

((شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمَاً بِالْقِسْطِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ[4]: خداى (د كايناتو د يوه غونډال پر پنځون) شاهدي وركوي، چې بې له ده معبود نشته او پرښتې او د پوهې خاوندان هم (هر يو په يوه ډول پردې مطلب) شاهدان دي ! حال دا (خداى ټول كاينات) پر عدالت ټينګ درولي، بې له ده بل معبود نشته، چې ناماتى حكيم دى. ))

او په قوانینو او احکامو کې: ((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ[5]: په یقین خپل استازي مې له دلایلو سره لېږلي او ورسره مو کتاب او تله لېږلي چې خلک قسط ته پاڅون وکړي. )) او همدا راز د جزا پر ورځ د خپلو بندګانو په حساب رسۍ کې ((و وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ[6]: او په قسط یې تر منځ پرېکړه وشوه او ظلم پرې نه کېږي)).

عن الصادق رحمة الله علیه:

« انه سئاله رجل فقال له: ان اساس الدین التوحید والعدل و علمه کثیر، و لابد لعاقل منه، فاذکر ما یسهل الوقوف علیه و یتهیا حفظه، فقال، اما الوحید فان لا تجوز علی ربک ما جاز علیک و اما العدل فان لا تنسب الی خالقک ما لامک علیه[7]»

امام صادق رحمة الله علیه وویل: «په یقین د دین بنسټ توحید او عدل دی او علم یې ډېر دی او هر عقلمن ته لازم دي چې ترې برخمن شي؛ نو هغه څه دریادوم چې پوهېدنه پرې اسانه او د حفظ او یادونې چمتوالی یې وي؛ نو ویې ویل: اما توحید دادی، څه چې درته شوني او روا وي، خپل پالونکي ته یې شوني او روا ونه بولي، او عدل دادی پر څه یې چې پړ او ملامت کړی یې، دا خپل خالق ته مه ورمنسوبوه».

او هشام بن حکم ته یې وویل: « الا اعطیک جملة فی العدل و التوحید؟ قال: بلی جعلت فداک، قال: من العدل ان لا تتهمه و من التوحید ان لا تتوهمه[8]»

«ایا په عدل و توحید کې یوه غونډله دروښیم؟ ویې ویل: هو، درځار. ویې ویل: له عدل ځنې ده چې هغه تورن نه کړې او له توحید ځنې ده چې هغه توهم نه کړې»

او امیر المؤمنین علي کرم الله وجهه ویلي:

«کل ما استغفرت الله منه فهو منک، و کل ما حمدت الله علیه فهو منه[9]» « هر څیز چې استغفار ترې کوې له تانه دی او په څه چې الله ستايې؛ نو د همده دی.

الهي عدل

خداى عالم، قادر، عادل، حکيم، رحمان، رحیم، ازلي، ابدي، خالق او رازق دى؛ نو ولې په دې ټول وصفتونو کې عدالت يوازې څېړل کېږي.

دې مهمې پوښتنې ته د ځواب لپاره څو خبرو ته پام پکار دى.

١- د خداى په صفتونو کې عدالت دومره زيات ارزښت لري، چې د خداى نور ډېر صفتونه په دې صفت پسې ورګرځي؛ ځکه عدالت؛ يعنې هر څيز په خپل ځاى کې ايښوول؛ نو په دې بڼه کې دى، چې حکيم، رزاق رحمان او رحیم هم پرې تطبيقېږي.

٢- د “معاد” مساله، د پېغمبرانو رسالت او د امامانو دنده هم د عدالت په مسئلې پورې تړلې ده.

٣- د اسلام په پېر کې د عدالت په باب اختلاف رامنځ ته شو، يوه ډله اهل سنت مسلمانان، چې “اشاعره” يې ورته ويله، بيخي د خداى له عدالته منکر شول، و يې ويل، چې د خداى په هکله عدالت او ظلم مفهوم نه لري، د عالم ټوله هستي د هغه په واک کې ده او د هغه ده او هر کار، چې کوي، عين عدالت دى، هغوى ان پر “عقلي حسن او قبح” هم ګروهه نه درلوده، ويل يې: زموږ عقل ځان ته ښه او بد نشي درک کولاى، ان د نېکۍ کولو ښېګڼه او د ظلم بريد. (او داسې نورې علطيانې يى درلودې) بله د اهل سنتو ډله “معتزله” شوه او ټولو “شيعه وو” د خداى پر عدالت ګروهه درلود، ويل يې: هغه هېڅکله ظلم نه کوي. د دې دوو ډلو د توپير لپاره يې پر دويمې ډلې “عدليه” نوم کېښود، چې عدل يې د خپل مکتب له اصولو څخه کړ او د نور ښوونځيو پر وړاندې يې د معلومولو لپاره امامت هم خپل اصل کړ؛ نو چپرته چې د “عدل” او “امامت” خبره راځي؛ نو د “اماميه شيعه” ښوونځى راپېژني.

٤- له هغه ځايه، چې د دين فروع هم د دين له اصولو اخستل شوي دي او د خداى عدالت هم په بشري ټولنه کې خورا مهم دى او د انساني ټولنې مهمه ستنه هم ټولنيز عدالت دى؛ نو د دين له اصولو عدالت هم اصل منل شوى او په بشري ټولنو کې د عدالت راژوندي کول او له هر ډول ظلم او تېري سره مبارزه ده. لکه څنګه چې د خداى د ذات او صفتونو او عبادت توحيدپه ټولنه کې د يووالي رڼا ده او توحيد صفتونه تقويتوي.

 د پېغمبرانو او امامانو مشري هم په ټولنه کې د “رښتينې مشرۍ” الهامونکې ده؛ نو د خداى د عدالت آر، چې پر ټوله هستۍ واکمن دى، په بشرى ټولنو کى په ټولو برخو کې پر عدالت ټينګار دى، د خلقت ستر عالم پر عدالت ولاړ دى، بشري ټولنه به هم بې له عدالته پر ځاى پاتې نشي.

عدالت څه ته وايي ؟

عدالت دوه بېلابېلې ماناګانې لري:

١- لکه څنګه چې مو وويل، ددې ټکي پراخه مانا؛ هر څه په خپل ځاى کې ايښوول دي او په بل تعبير: د موزون او متعادل پر مانا دى. د عدالت دا مانا پر ټول “عالم خلقت”، منظومو، اتوم، انسانا نو، بوټو او ژويو واکمنه ده او دا هماغه خبره ده، چې د نبي مکرم په حديث کې راغلې ده، چې: په عدالت ځمکه او اسمانونه ولاړ دي.

 بله بېلګه: که د ځمکې د “جاذبې” او “دافعې” ځواکونه خپل تعادل له لاسه ورکړي او يوه پر بل برلاس شي؛ نو يا به ځمکه لمر راکاږي او اور به واخلي او له منځه به ولاړه شي او يا به له خپل مداره ووځي او په نامحدوده فضا کې به سرگردانه، ورکه او ورکه شي.

يو شاعر پخپلو شعرونوکې عدالت مانا کړى دى، چې موږ يې دلته د پښتو مفهوم راخستى دى:

که اوبه د ګل بوټي يا د ونې مېوې ته واچول شي؛ نو پخپل ځاى کې کارېدلي دي، چې دې ته عدالت ويل کېږي او که مرداربوټو او اغزو ته واچول شي؛ نو په خپل ځاى کې نه دي کاريدلې، چې دې ته ظلم ويل کېږي.

٢- د عدالت بله مانا د “خلکو د حقونو پاملرنې” ته وايي، چې مخې ته يې ظلم دى؛ يعنې د نورو حق اخستل او ځان ته يې ځانګړي کول، يا د يو حق اخستل او بل ته يې ورکول، يا پر تبعيض قايلېدل؛ يعنې چې يو ته حق ورکړاى شي او بل ته نه.

 روښانه ده، چې دويمه مانا “خاص” او لومړۍ مانا “عام” ده. د پام وړ وه، چې د خداى په باب دواړه ماناګانې رښتينې دي، که څه ددې ويينو موخه دويمه مانا ده. د خداى د عدالت مانا داده، چې نه د چا حق له منځه وړي اونه د چاحق بل ته ورکوي او نه د خلکو په منځ کې تبعيض کوي؛ هغه هر اړخيزه عادل دى.

“ظلم”که له چاحق اخستل کېږي او يا نه ورکول کېږي او يا تبعيض؛ نو خداى له دې هرڅه، سپېڅلى او پاک دى.

هغه هېڅکله د ښو کړنو خاوند نه کړوي، بدکار نه هڅوي د يو د ګناه په پار بل نه نيسي او لامده او وچ يوځاى نه سوځوي ان که په يوه کې سم وي؛ نو خداى د يو حساب له ټولو بېلوي او په عذاب کې يې له نورو سره نه يو ځاى کوي.

او داچې د “اشاعره” ډله وايي: ((که خداى خپل ټول پېغمبران دوزخ ته او ټول بدچاري او جنايت کوونکي جنت ته يوسي؛ نوظلم نه دى))؛ نوډېره بې سوره، بې بنسټه او د شرم خبره يې کړې ده او د هر چا عقل، چې له تعصبه پاک وي؛ پوهېږي، چې څومره بده خبره يې کړې ده.

 د عدل مانا او مفهوم

هر څه په خپل مناسب ځاى کې ايښوولو او هر کار په غوره توګه سر ته رسولو ته عدل وايي؛ لکه څنګه چې حضرت علي (ک) وايي: ((العدل يضع الامور و مواضعها))

داچې وايو:  الله تعالی عادل دى؛ يعنې د تکوين په غونډال او طبيعت کې يې هر څه په ځانګړي او مناسب نظم پيدا کړي دي.

((بالعدل قامت السموات والارض)) او هم د قانون جوړونې او د تشريع په نړۍ کې ټول قوانين عادلانه، پرځاى او د پنځون له موخې سره اړخ لګوي او هېڅ ډول تبعيض او ناروا توپير پکې نشته؛ لکه څنګه چې حضرت علي وايي:

(( الله تعالی پر خپلو بندګانو له تېري او ظلمه پاک دى او له خپل مخلوق سره په عدل چلن کوي او په هکله يې د عدل له مخې حکم کوي؛ نو پردې بنسټ، د الهي عدل غوښتنه ده، چې الله تعالی، له هر انسانه، د هغه د وړتیا هومره تمه ولري: ((لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا)) او بيا يې د اختيآریز هڅې او وسې په پامنيوي یې په اړه ورمندون- قضاوت وکړي: ((وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ)) او د کړنو له مخې يې ورته سزا او انعام ورکړي: ((فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ))

د  الله تعالی پر عدل د ايمان آثار

د  الله تعالی پر عدل ايمان، له بېلابېلو اړخونو، پر انسان جوړونې اغېز لري:

١- له ګناه په ځان ژغورلو کې:

که انسان پوه شي، کړنې يې تر څارنې لاندې دي او څه چې کري، هغه به رېبي؛ نو ځان به په دې دنيا کې بې قېد و شرطه نه ګڼي.

٢_خوش بيني او له نهيلۍ لرېتوب:

د پنځون په غونډال کې، پر الهي ليد ګروهن انسان هيلمن دى؛ ځکه د هستۍ څښتن؛ الله تعالی عادل ګڼي؛ نو ترخې پېښې هم ورته خوږې وي او په هېڅ حال کې نهيلى نه وي.

٣_په وګړني او ټولنيز ژوند کې د عدالت پلي کول:

څوک چې پر الهي عدل ايمان لري؛ نو په خپل وګړني او ټولنيز ژوند کې د عدالت پلي کولو ته بشپړ چمتووالى لري.

 

د مساوات او عدالت ترمنځ توپير

يوه بله مهمه خبره، چې په دې وينا کې ورته اشاره اړينه ده، داچې د “مساوات” او “عدالت” مانا سره غلطېږي او فکر کېږي، چې عدالت دې ته وايي، چې مساوات رعايت شي، حال داچې داسې نه ده.

د يو ټولګي د زده کوونکيو ترمنځ عدالت دې ته نه ويل کېږي، چې ټولو ته ١٠٠ نمرې ورکړاى شي او د دوو مزدورانو ترمنځ عدالت دا نه دى، چې دواړو ته يو هومره مزدوري ورکړاى شي؛ بلکې عدالت دادى، چې هر زده کوونکي ته د خپلې وړتيا او پوهې هومره او هر مزدور ته د خپل کار هومره “مزدوري” ورکړاى شي. په عالم طبيعت کې هم عدالت په پراخه مانا همدې ته وايي، که د يو بالن زړه “د سمندر ستر کب”، چې تقريباً يو ټن وزن لري، له يوې مرغې سره، چې تقريباً څو ګرامه وزن لري، مساوي و؛ نو عدالت به نه وي او که د يوې سترې ونې ډډ له يوه وړوکي نېالګي سره يو هرمره و؛ نو عدالت نه؛ بلکې ظلم به و.

 عدالت هغه دى، چې هر موجود د خپل حق، استعداد او وړتيا له مخې خپلې برخې ته ورسي.

حضرت علي؛ د عدالت انځور

روسته د حضرت علي نوم له عدالت سره يو ځاى اخستل کېده. “عمربن عبدالعزيز” وويل: (( علي پخواني په خلکو هېر کړل او راتلونکي يې په زحمت کې کړل؛ خلک يې په سيرت خلفاء ملامتوي. ))

پر يوه کال، چې حضرت معاوية بن ابي سفيان حج ته تللى و؛ نو د يوې ښځې پوښتنه يې وکړه، چې د حضرت علي په پلوۍ او له حضرت معاويه سره په دښمنۍ کې يې مخينه درلوده؛ وويل شول، چې ژوندۍ ده؟ ښځه وپوښتل شوه: خبره يې چې څه ته مې راغوښتې يې؟؛ ځکه مې راغوښتې يې چې و دې پوښتم: ولې علي درباندې ګران او زه دې بدې ايسم؟ ښځې وويل: ښه به وي، چې په دې موضوع و نه ګړېږو. حضرت معاويه وويل: نه هرومرو به ځواب راکوې. ښځې وويل: ځکه هغه عادل او د مساوات پلوى و او ته خوشې ورسره وجنګېدې؛ علي راباندې ځکه ګران دى، چې بېوزله پرې ګران ول او ته مې ځکه بدې راځې، چې بېځايه وينې دې تو یې کړې او په مسلمانانو کې دې درز واچاوه، په قضاوت کې تېرى کوې او ځاني غوښتنې درباندې واکمنې دي.

حضرت معاويه بن ابي سفیان سخت غوسه شو او دواړو يو بل ته سپکې سورې وکړې؛ خو څه شېبه روسته يې غوسه کابو کړه، و يې ويل: تر اوسه دې علي په سترګو ليدلى دى؟ و يې ويل: هو! و يې ويل: څنګه دې وليد؟ و يې ويل: پر الله تعالی قسم! هغه مې په داسې حال وليد، چې کوم ملک او سلطنت، چې ته تېرايستلى يې، هغه يې نه و تېر ايستلى او غافل کړى يې نه و. ورته يې وويل: د علي غږ دې اورېدلى دى؟ و يې ويل: هو!غږ يې د زړه رڼا وه او د زړه تيارې يې له منځه وړې؛ لکه څنګه چې غوړي زنګ له منځه وړي. حضرت معاويه وويل: اړتيا لرې؟ورته يې وويل: څه چې درنه وغواړم؛ نو را به يې کړې؟و يې ويل: درکوم يې. ورته يې وويل: سل د سره ويښتانو او‌ښان راکړه. حضرت معاويه وويل: که در يې کړم؛ نو د علي او زما په هکله به دې نظر بدل شي؟ ښځې وويل: بېخي نه ! حضرت معاويه حکم وکړ، چې سل سره اوښان ورکړئ او بيا يې وويل: پر الله تعالی قسم که علي ژوندى واى؛ نو د اوښ يو ويښته به يې هم نه و درکړي؛ ځکه دا د مسلمانانو دي.

“عدى بن حاتم طايي” د حضرت علي له اصحابو او مينوالو و. دې سړي د رسول الله د ژوند په روستيو کلو کې ايمان راوړ او په اسلام کې يې نوم هم نېک شو. د حضرت علي د خلافت پرمهال له حضرت علي سره و او د “صفين” په جګړه کې د “طريف”، “طرفه” او “طارف” په نامه درې زامن يې هم د حضرت علي په پلوۍ شهيدان شول. د حضرت علي (کرم الله وجهه) تر شهادت روسته چې حضرت معاويه بن ابوسفيان د خلافت پر ګدۍ کېناست؛ نو “عدى بن حاتم طايي” ورسره مخ شو؛ نو حضرت معاويه وغوښتل “حاتم طايي” د علي پرخلاف د حضرت معاويه په خوښه خبرې وکړي؛ نو د زامنو غم يې ورياد کړ: ((اين طرفات؟)) زامن دې “طريف”، “طرفه” او “طارف” چېرته دي؟ “حاتم طايي” په سړه سينه وويل: ((قتلوا بصفين بين يدى على بن ابيطالب)په صفين کې د علي په پلوۍ شهيدان شول. حضرت معاويه وويل: علي درسره انصاف و نه کړ، چې ستا زامن يې جګړې ته ورمخکې کړل، چې ووژل شي او خپل زامن يې له جګړې شا ته کړل او ژوندي پاتې شول. حاتم طايي وويل: داسې مه وايه ! ما له علي سره انصاف و نه کړ، چې هغه شهيد شو او زه ژوندى يم. حضرت معاويه، چې وليدل نخچه يې ناکامه شوه؛ نو خبره يې بدله کړه، و يې ويل: د علي ځانګړنې راته ووايه. عدى وويل: له ما يې مه غواړه. ورته يې وويل: هرومره به يې راته وايې. و يې ويل:

(( پر الله تعالی قسم!علي غښتلى و، په عدالت يې خبرې کولې او پرېکنده فيصلې يې کولې، علم او حکمت ترې راخوټېده، د دنيا له پړک وپړوکه بې زاره او له شپې او د شپې له يوازېتوب سره مل و، ډېر يې ژړل او فکر يې کاوه، چې يوازې به شو؛ نو له خپل نفس سره يې حساب و کتاب کاوه، لنډې جامې او بېوزله ژوند يې خوښاوه، په موږ کې چې و؛ نو زموږ په څېر و، که څه مو ترې غوښتل؛ نو منل يې او چې ور به غلو؛ نو ترڅنګ يې کېنولو، سره له دې چې هېڅ ساتندوى يې نه درلود؛ خو دومره پرتم يې درلود، چې په مخ کې يې مو د خبرو مړانه نه درلوده او دومره سترتيا يې درلوده، چې ورته مو نه شو کتلي، چې په خندا به شو؛ غاښونه يې د مرغلرو په څېر سپين پړکېدل، د ديانت، تقوا او درناوي خاوند و، پر بېوزليو خورا لورين و، نه غښتليو يې له وېرې تېرى کړاى شو او نه يې کمزوري له عدالته نهيلي ول. پر الله تعالی قسم يوه شپه مې په تپه تياره کې د عبادت په محراب کې وليد، چې اوښکې يې پر ږيره رابهېږي او د مار خوړلي په څېر له ځانه تاوېږي او د غمځپلو په څېر يې ژړل او ته وا همدا اوس يې هم غږ اورم، چې ويل يې: دنيا ! نيوکه راباندې کوې او راته مخه کړې دې ده؟ ځه بل تېرباسه، وخت دې نه دى رارسېدلى، درې طلاقه مې درکړل، چې راستنېدل پکې نه وي، خوند دې ناڅيزه او ارزښت دې لږ دى، خدايه ! توښه لږه، ملګري لږ او سفر اوږد دى. ))

د “حاتم طايي” خبرې، چې دلته راورسېدې؛ نو د حضرت معاويه بن ابي سفيان اوښکې راوبهېدې، و يې ويل: الله تعالی دې علي وبښي، همداسې و، چې و دې ويل، اوس راته ووايه، چې به بېلتون کې يې څنګه يې؟ “حاتم طايي” وويل: د هغه مور په څېر، چې په غېږ کې يې له زويه سر غوڅ شي؟ حضرت معاويه وويل: علي به دې هېر شي؟ “حاتم طايي”: آيا روزګار مې پرېږدي، چې هېر يې کړم؟

“شيخ مفيد” په “ارشاد” کې ليکي: تر رسول الله روسته د حضرت علي (کرم الله وجهه) امامت دېرش کاله و، چې پينځه کاله او شپږ مياشتې يې خلافت وکړ، چې په دې لږه موده کې يې له ناکثينو، قاسطينو او مارقينو سره جګړه وکړه. تردې چې وايي: اميرالمؤمنين د جمعې پر شپه د رمضان پر يوويشتمه شپه د “ابن ملجم مرادي” د تورې د ګوزار له لامله له دنيا سترګې پټې کړې.

په “کافي” کې د حضرت علي (کرم الله وجهه) تر وصيت روسته ليکي:

(( الله تعالی دې تاسې اهلبيت خوندي وساتي او ستاسې په خونديتوب او درناوي دې په امت کې د رسول الله درناوى هم خوندي پاتې شي او تاسې ټول په الله تعالی سپارم. ))

په “کافي” کې يې کښلي دي: تردې روسته يې يوازې د ” لا اله الا الله” کلمه په خوله وه، چې سپېڅلې اروا يې له پاسنۍ نړۍ سره يو ځاى شوه.

د حقوقو درناوى او د دنيا سپکاوى

کوم احکام، چې اسلام له نورو سره د خيانتونو، ظلمونو، عدل، ظلم، د واکمن د دندو، قضاوت، د قاضي د دندو او د قاضي د دندې د سختۍ، شاهد او نورو چارو په هکله ټاکلي؛ څرګندېږي، چې دين څومره یو د بل د حقوقو درناوى او عملي کول يې لازم بولي.

پوښتنه ماغزو ته راځي: څنګه کېداى شي، په اسلام کې حقوق دومره محترم وي، حال دا، د اسلام سول _لکه څنګه چې معلومېږي_ د دنيا او د دنيا د متاع د سپکاوي پر بنسټ دى. پر يو بل د خلکو حقونه په همدې دنيا پورې اړه لري، د بېلګې په توګه: ددې په اړه دي، چې څوک دې د بل پر مال خېټه نه اچوي او نه دې يې خوري او که يو څيز د چا له نظره بې ارزښته وي؛ نو ورپورې اړوند چارې به هم ورته بې ازرښته وي؛ نو چې کله په خپله دنيا او ژوند د اسلام له نظره بې ارزښته او سپک وي؛ نو ورپورې اړوند حقوق به هم سپک او بې ارزښته وي.

ذاتي ارزښت او نسبي ارزښت

ځواب دادى: بايد د دين له نظره د دنيا بې ارزښتي روښانه شي، چې څه مانا لري. دا مطلب د خورا شبهو او پوښتنو لامل دى. که د يو څيز ارزښت او ناارزښتي د هماغه څيز له نظره وکتل شي؛ نو هر څه ارزښتمن دي؛ يعنې هر څه په خپله د ځان لپاره ارزښت لري؛ ځکه هر څيز د هستۍ يو پړاو دى، د يو څيز هستي په خپله د هماغه څيز لپاره ارزښت لري او د فيلسوفانو په تعبير، وجود له خير سره مساوي دى؛ خو که يو څيز د هغه څيز له نظره نه؛ بلکې له بل څيز سره د اړيکې او پر يوه بله هستۍ د اغېز له نظره وڅېړل شي؛ نو شونې ده، چې يو څيز د بل څيز په پرتله بې ارزښته وي، د هغه په ګټه او تاوان کې يې اغېز و نه لري او کېداى شي منفي يا مثبت اغېز ولري. که مثبت اغېز ولري؛ نو وايو: دا څيز هغه بل څيز ته ارزښتمن دى. دا ارزښت، چې نسبي ارزښت دى؛ يعنې د يو څيز ازرښت بل څيز ته دى، دوه ډوله دى: يو وخت يوازې د هماغه څيز ارزښت په پام کې نيول کېږي. د بېلګې په توګه وايو: پيسې انسان ته ارزښت لري او يو وخت د يو څيز ارزښت بل څيز ته د درېیمګړي څيز په پرتله په پام کې نيول کېږي. د بېلګې په توګه: د پيسو ارزښت انسان ته د روغتيا، اخلاقو او د پوهې د ارزښت په پرتله څومره ارزښت لري؟

اوس وايو د يو موټي شګې يا يو مچ يا ماشي ارزښت د انسان په نظر کې هېڅ هم نه دى؛ ځکه شتون او نشتون يې پر انسان اغېزمن نه دى؛ البته د داسې بې ارزښته څيز حق هم بې ارزښته دى؛ خو پيسه انسان ته ارزښت لري؛ ځکه انسان ته ګټوره ده؛ خو همدا پيسه د شرافت، روغتيا او مناعت پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي؛ نه داچې ارزښت يې لږېـږي؛ بلکې ارزښت يې له منځه ځي؛ يعنې داسې نه ده، چې که پيسې ډېرې شي؛ نو له شرافت سره که څه، لږ وي، د پرتلنې وړ دي؛ نو که د چا پيسې خوښې وي او بلخوا همدا انسان کريم نفس ولري، داسې کس تر هغه په پيسو پسې ځي، چې شرافت، حيثيت او پت يې پکې خوندي وي؛ خو همداچې شرافت او حيثيت ته يې پکې ګواښ وي؛ نو که بيا د نړۍ ټوله شتمني هم ورکړې؛ نو له خپل شرافت او حيثيته نه تېرېږي.

حضرت علي (کرم الله وجهه) د خپل حالت او روحيې په هکله وايي: (( پر الله تعالی قسم که تر اسمان لاندې هر هغه څه راکړي، چې پر يو مېږي تېرى وکړم، چې له خولې يې د غنم يوه دانه راوباسم؛ نو دا کار به و نه کړم. [10]))

يعنې ټوله دنيا ما ته دومره ارزښت نه لري، چې له لامله يې پر يو مېږي تېرى وکړم.

حضرت علي (کرم الله وجهه) په دې وينا د دنيا ارزښت ټيټ کړى نه دى؛ د حق او عدالت ارزښت يې اوچت کړى دى. نه غواړي ووايي: داچې دنيا او څه چې تر اسمان لاندې دي؛ ځکه يې نه غواړم، چې بې بيې دي، چې په پار يې يو وړوکى تېرى_چې پر مېږي دى_ وکړم؛ بلکې غواړي ووايي، چې ظلم دومره ستر دى، چې د دنيا ټوله شتمني يې پر تر ټولو کوشني وګړي- چې دمېږي له خولې د دانې اخستل وي- پر ظلم نه ارزي:

شيخ سعدي شیرازي وايي:

دنيـــــــا نيرزد آنـــــکه پريشان کنى دل

زنهار بد مکن که نکرده است عاقلي

سعدي نه وايي، چې دنيا دومره لږ ارزښته ده، چې د يو زړه په خپه کولو نه ارزي؛ بلکې وايي، چې د يو زړه خپه کول دومره مهم دي، چې د ټولې نړۍ د ورکولو په بيه هم بايد دا چار ونشي. دا د پرتليزې بې ارزښتۍ مانا ده.

دنيا چې ددين له نظره بې ارزښته ده؛ نو د پرتليزې بې ارزښتۍ په مانا ده؛ يعنې دنيا دومره ارزښت نه لري، چې په پار يې اخلاقي او ټولنيز اصول او انسانيت او سړيتوب له لاسه ورکړئ، د دنيوي ګټو لپاره دروغ مه واست، خيانت مه کوئ، ژمنې مه ماتوئ، ظلم مه کوئ، د نورو حقوق مه لتاړئ، د دنيا ګټې دومره ارزښت نه لري، چې په پار يې زړونه خپه کړئ او ان د يو مېږي حق ولتاړئ.

انساني لوړ منطق

دا سول خورا ښه او اوچت سول دى. دا ناسمه ده، چې ووايو: دين ويلي: دنيا دومره بې ارزښته ده، چې ان په پار يې يو دروغ بايد و نه ويل شي، بايد يو خيانت او ظلم هم ورته ونشي؛ بلکې سم تفسير يې دادى، چې دين دومره آرونو، حقوقو، ګروهې، ايمان او اخلاقو ته ارزښت ورکوي، چې وايي: د دوى په پار له دنيا او اړوند چارو يې تېر شئ.

واقعاً همداسې ده. که انسان، انسانيت او مانيز ارزښتونه درک کړو؛ نو بې له دې بل څه نه شو ويلاى. په ټوله نړۍ کې ان توکيز مسلکي هم ناچاره دي، چې آرونو او حقوقو ته ارزښت ورکړي او د دنيا ګټې او تمې د ګروهې، مسلک، آرونو او حقوقو پر وړاندې کوشني وګڼي. دا مطلب د دين په ژبه کې_چې ځانګړې ژبه ده_ د دنيا په بې ارزښتۍ تعبير شوى دى. يوازې د دين پر آرونو بشر ته دا سول ورکولاى شو او کړاى شو بشر ګروهن کړو، چې ګروهه، مسلک، اصول او حقوق تر ګټو او تمو اوچت دي. که د دين اصول له بشره واخلو؛ نو دې حقيقت ته به هېڅ بنسټ پاتې نشي، چې ګروهه، مسلک، اصول او حقوق تر ګټو او تمو اوچت دي. که دنيا فى حد نفسه په پام کې ونيسو، قطع نظر له دې چې د دنيا لپاره ګناه وکړو، له آرونو سرغړاوى وکړو، حقوق ولتاړو؛ نو له دې نظره دنيا موږ ته خورا ارزښتمنه ده، د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) په وينا (مناوي؛ کنوز الحقايق: د دال باب: ((الدنيا مزرعة الآخرة=دنيا د آخرت کښتځى دى)) او د حضرت علي (کرم الله وجهه) په تعبير ((مسجد احباء الله و مصلى ملائکة الله و مهبط وحى الله ومتجر اولياء الله)) د آخرت کښتځى، د الله تعالی د عبادت مرکز، د الهي وحې د راکوزېدو ځاى او د الهي اولياوو سوداګرخونه ده؛ نو داسې ځاى ته خو نشي ويلاى، چې بې ګټې او بې ارزښته ده. [11]

په خپله دين په دې اوچت سول د دنيا ارزښت نه دى راټيټ کړى او د معنوياتو، تقوا، فضيلت او ټولنيزو حقوقو ارزښت يې ښوولي او اوچت يې ګڼلي، چې لږ خلک ترې خبر دي؛ نو د دنيا بې ارزښتي، پرتليزه بې ارزښتي ده، پرتليزه بې ارزښتي، د ژوند د حقوقو له درناوي سره هېڅ ټکر نه لري؛ بلکې په خپله د حقوقو درناوى دى.

لکه څنګه چې مې وويل: د اسلام همدا کلک حقوقي قوانين دليل دي، چې د دنيا بې ارزښتي پرتليزه بې ارزښتي ده. دا يې لومړۍ خبره.

ټولنيز سول

دويمه خبره داچې د هغه پوښتنې په ځواب کې وايم: آيا اسلام نه غواړي اسلامي ټولنه پايښت ومومي؟ البته روښانه ده، چې غواړي. اوس چې غواړي پاتې شي؛ نو آيا شونې ده، چې ټولنه بې عدالته وي او د خلکو حقوق خوندي نه وي؟مګر زموږ ګران پېغمبر و نه ويل: ((الملک يبقى مع الکفر و لا يبقى مع الظلم))؛ يعنې منځلارې او عادله ټولنه د پايښت وړتيا لري که څه، وګړي يې کافر وي او که د توپيرونو له لامله په ټولنه کې ظلم راپيد شو؛ نو هغه ټولنه نه پاتېږي، که څه، وګړي يې په ګروهه مسلمانان وي.

په قرآن کريم کې داسې آيتونه ډېر دي، چې وايي، چې د پلاني قوم د ورکېدو لامل ظلم و، په يو ځاى کې وايي:

((وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ[12]= او ستا پالونكى ديوې سيمې اوسېدونكي، چې (دخپلو چارو د) سمونې په لټه كې وي، د يو ظالم له لامله نه ځپي. ))

يعنې الله تعالی سمونپالي خلک د يو ظلم له لامله نه ورکوي.

مفسرين وايي، چې دا ظلم شرک دى؛ ځکه شرک يو ډول ظلم دى: ((إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ))

که څوک په ټولنيزو اړيکو او حقوقو کې عادل وي؛ نو پاک الله تعالی يې د کفر او شرک له لامله نه هلاکوي.

په مانيزو چارو کې د ټولنيز عدالت او حق ونډه

درېیمه خبره: فرض به کړو، چې د دنيا بې ارزښتي نسبي او پرتليزه نه ده. فرض به کړو، چې د دين له نظره دنيا مطلق شر دى؛ خو که په هر څه کې اړنګ وکړو، په يو څيز کې اړنګ نه شو کړاى او هغه داچې الهي پېغمبران کومې موخې ته راغلي ول؟ هغوى د ځینې پاکو ګروهو د ښوونې او د وګړيو د ارواوو د سوتره کولو لپاره راغلي ول. (بعثت لاتمم مکارم الاخلاق) ددې لپاره، چې وګړي نېکچارۍ ته وهڅوي او داچې خلک له بدچاريو وژغوري. د دين له نظره ځینې چارې ښه دي؛ نو پېغمبران نېکو کړنو ته رابلنې ته راغلل او ځینې چارې بد دي، چې پېغمبران له بديو سره مبارزې ته راغلل.

ديني احکام درې ډوله دي: اعتقادات، اخلاقيات او عملي احکام. اعتقادي احکام؛ لکه پر الله تعالی، پېغمبرانو، معاد او د قيامت د ورځې پر حساب وکتاب ايمان.

 اخلاقي احکام؛ لکه موږ بايد عفت او تقوا ولرو، راضي، شاکر او صابر ووسو، بښنه، حلم او ګذشت ولرو، يو له بل سره مينه، محبت، اتحاد او اتفاق ولرو، پاکه او سوتره اروا ولرو، کينه کښ و نه وسو او کنجوسي و نه کړو.

عملي احکام هم روښانه دي؛ هغه احکام، چې عبادت ته ټاکل شوي: لمونځ، روژه، حج، جهاد، پر نېکيو امر او له بديو منع او داسې نور او د معاشرت په هکله ځینې احکام دي؛ لکه احسان، زړه سوى، رښتيا ويل او دروغ نه ويل، غيبت، کنځل او وژنه نه کول او شراب، جواري، ربا او ريا ته شا کول.

که په هر څه کې اړنګ وکړ؛ خو په دې کې اړنګ نه شو کړاى، چې د اسلام شارع هغه څه واقع کول غواړي، چې ښه دي او څه چې بد دي؛ نو واقع کېدل يې نه غواړي.

ګورو که ټولنه عادله او منځلارې وي او د خلکو حقوق خوندي وي او په خلکو کې تبعيض، بې برخېتوب او مغبونيت نه وي؛ نو پاکې ګروهې، اخلاق او ښې چارې به ډېرې راپيدا شي او د ګناهونو، ناوړه خويونو او ناپاکه ګروهو خورېدل به لږ شي او که خلک منځلاري نه وي او افراط و تفريط، تېرى، مغبونيت، اړپېچونه او توپيرونه ډېر وي؛ نو دا ټولنه د ارواوو د پاکوالي لپاره غوره نه ده؟ کوم يو يې غوره دى؟ يا درېیمه لار هم شته او هغه داچې ټولنيز حالات، چې هر څنګه وي، پر دې چارو اغېز نه لري او په ټوليزه توګه ددې چارو حساب بېل دى؟

هېڅ هوښيار به و نه وايي، چې هغه ټولنه پاکو ګروهو، نېکو چارو او د نفس تزکيې ته غوره ده، چې د عدالت او حق له پلو ګډه وډه وي. حداکثر دومره ويلى شي، چې د عدالت او حق شتون او نشتون په دې چارو کې اغېز نه لري. کېداى شي زموږ د ډېرى نننيو متدينينو ګروهه همدا وي، چې دا دوه بېل حسابونه دي او په يو بل پورې اړه نه لري او که څوک داسې خيال هم وکړي، بايد وويل شي: ډاډمن اوسه، چې عمومي اوضاع او د ټولنيز عدالت شتون او نشتون د خلکو پر کړنو، اخلاقو او ان پر افکارو او ګروهو هم اغېزمنه ده.

پر درېو واڼو پړاوونو اغېز لري: هم د فکر او ګروهې پر پړاو هم د خلق او نفساني ملکاتو پر پړاو او هم د عمل پر پړاو.

پر افکارو او ګروهو د ټولنيز عدالت اغېز

موږ، چې خپلو ادبياتو ته مراجعه وکړو او د خپلو ګرانو شاعرانو ادبي آثار او انديشې ګورو؛ نو ګورو سره له دې چې حقايقپوهان ول، پر حکمتونو پوه شوي ول، لطيف افکار يې درلودل؛ خو ورسره يې له ماغزو او فکره داسې څه راوتلي ول، چې حيران به شې. د بېلګې په توګه ګورو، چې د بخت او چانس چار ته يې خورا ارزښت ورکړى دى او ويلي يې دي: په خپله ويده وسه؛ خو چې بخت دې بېداره وي.

 د دوى په آند د بخت نوم، چې راشي؛ نور هر څه؛ لکه علم، عقل، کوښښ، هنر، صنعت او د مټ زور له ارزښته ولوېږي، وايي: بخت کارساز دى نه کار:

اوفتاده است در جهان بسيـــــــار

بـــى تمــــيز ارجمــند و عاقل خوار

که بخت دې ښه وي؛ نو هنر، وړتيا او کارپوهه اغېز نه لري:

اگر به هر سر مويت دوصد هنر بـــاشد

هنر به کار نيايد چو بخـــــــت بد باشد

کوښښ، عمل او هلې ځلې څه دي؟ اصلي خبره د بخت ده: (( دولت نه به کوشيدن است، چاره کم جوشيدن است. ))

از اين بوالعجب تر حديثى شنو که بى بخت، کوشش نيرزد دو جو

****

چندان که جهـــــد بود دويديم در طــــلب

کوشش چه سود چون نکند بخت ياوري

****

بخت که ښه وي؛ نو د مټ له زوره کار پوره نه وي:

چه کند زرومند وارون بخت بازوى بخت به که بازوى سخت

به رنج بردن بيهوده گنـــــج نتـــوان يافت

که بخت راست فضيلت نه زرو و بازو را

ټولې د بخت خبرې دي. که له همدې محترم شاعرانو او پوهانو وپوښتل شي، چې صاحبه دا بخت څه دى؟، چې په اړه يې دومره خبرې کوئ؛ تاسې خو به پېژندلى وي، اغېز او نښې به يې لرئ، موږ ته يې هم تعريف راوښيئ کړئ؛ نو ځواب نه لري.

د بخت د فکر د پيدا کېدو جرړه

هو ! يو اغېز او يوه مبهمه نښه او په يو ځاى کې يې مبهم پل ليدلى؛ نو له هماغه ځايه د بخت ګروهه پکې پيدا شوه. څه يې وليدل؟

په داسې ټولنو کې يې ژوند کاوه، چې وګړيو به خپل عمر په کوښښ او زحمت تېراوه؛ خو بې برخې به ول؛ خو پرعکس د هماغې ټولنې اوزګار او خوشې خلک به برخمن او شتمن ول او هوښيار يې بې برخې او بې تميزه يې برخمن ليدل او ليدل يې چې د هنر، وړتيا، کارپوهې حق او برخمنۍ ترمنځ تناسب نشته؛ نو سوکه سوکه دا مطلب، چې له ټولنيزو مشهوداتو يې واخستل شو، د بخت د فلسفې بڼه يې واخسته او ددې ټولو ګډوډيو او تېريو _په پوهه او ناپوهۍ کې_نوم يې بخت کېښود او کله کله به يې کنځلې هم ورته کولې.

د بخت فکر او جرړه، بې له ټولنيزو بې عداليتو او ګډوډيو هېڅ لامل نه لري چې همدا ددې شيطاني فکر الهاموونکى دي.

که له دې سرچينې تېر شو، موږ دوه نورې سرچينې لرو. يو يې دين دى، چې کله شاعران د قرآن شريف له آيتونو، نبوي سنتو او د امامانو له ويناوو الهام اخسته، په ټول قرآن شريف، د رسول الله او امامانو په ويناوو کې د بخت خبره نشته.

بله سرچينه عقل، علم او فلسفه ده. د فلسفې پخوانيو کتابونو بخت د موهوم په نامه ياد کړى دى؛ نو د بخت په هکله دا ستر خيال له کومه پيدا شو، چې د بخت ځواک تر عقل، علم، کار، کوښښ، هنر، صنعت او زوره اوچت او ډېر دى؟

ددې شيطاني اند سرچنيه يوازې بې نظمي، بېځايه توپيرونه، تبعيضونه او ټولنيزې کندې کپرې دي، چې کله ټولنيز عدالت څپڅپاندى شي، حقوق پلي نشي، د دندو په سپارلو کې واسطې واکمنې وي؛ نو د بخت فکر زور اخلي او پراخېږي؛ ځکه د بخت مانا داده، چې يو څيز هم د بل څيز شرط نه دى.

څومره توپير کوي، چې يو انسان کوښښ ته پر اغېز قايل وي او ايمان ولري.

((وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى[13]= او داچې انسان ته يوازې هڅه يې ده. ))

((إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ[14]= په حقيقت كې الله تعالی د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي، څو هغوى خپل حال پخپله نه وي اړولى. ))

پر بخت ګروهه څومره د پورتنيو دوو آيتونو له مطلب سره ټکر لري.

روزګار ته بدويني

زموږ په ادبياتو کې له روزګاره شکايت يو بل عنوان دى، څومره کنځل روزګار ته شوي او د ظالم او غدار نوم ورکړ شوى تر دې چې وايي: روزګار له نېکچارو او ښو خلکو سره ځانګړې کينه لري.

پر کوم روزګار، چې نيوکه کېږي، د اسمانو، ځمکې او زمانې نه دى؛ بلکې د هماغه ويناوال ټولنيز چاپيريال دى، د ويناوال ځانګړى چاپيريال دى؛ نه ستر روزګار. دا ويناوې د ويناوال شخصي، دنننۍ او روحي انعکاس دي، چې کله يو څوک په خپل شاوخوا کې يوازې تېرى ويني او اصلي لامل يې هم و نه پېژني او که و يې پېژني؛ خو ويلاى يې نشي؛ نو خپل زړه په روزګار تشوي؛ نو په پايله کې دا ډول وضع د غونډال پرخلاف بدويني رامنځ ته کوي او دا فکر زور اخلي، چې د روزګار بنسټ له نېکچاريو سره د دښمنۍ او تېري پر بنسټ دى؛ لکه څنګه چې “ابن راوندي” وايي:

کم عاقــل عاقل اعيت مذاهبه و جاهل جاهل تلقيه مرزوقا

هذا الذي ترک الاوهام حائرة و صير العـــالم النحرير زنديقا

يعنې څومره د هوښيارانو هوښياران دي، چې د ژوند لارو عاجز کړي او څومره چې مخکې ځي، نه نېکمرغه کېږي او څومره د ناپوهانو ناپوه دي، چې له هر څه برخمن دي او دا هغه څه دي، چې عقلونه يې پرېشانه کړي او باريکبين پوه يې بې دينه از زنديق کړى دى.

د بېځايه توپيرونو، تبعيضونو او د ټولنيز تعادل د منځه تلو يو نېغ په نېغه اغېز د فکري نظم ګډوډېدل او علم، عقل، تقوا، عمل، هنر او وړتيا بې اغېزې ګڼل دي، چې دا هر څه د بخت د فلسفې په نامه کېږي، چې موږ يې هم پر خپلو ادبياتو اغېز وينو او بل اغېز يې پر سپېڅلي غونډال بدګوماني ده. دا په فکر او ګروهه کې د بې عدالتيو اغېز دى.

ټولنيز عدالت او وګړيز اخلاق

ښه او بد اخلاق هم د دنيا د نورو څيزونو په څېر لامل او لامل لري او خوشې نه راپيدا کېږي. “خټه” او “طينت” پرې اغېزمن دى، د چاپېريال وضع او هڅونې پرې اغېزمنې دي، بې برخېتوب هم د اخلاقو په فساد کې اغېزمن دي او کينې او دښمنۍ له همدې ځايه راولاړېږي.

استثنايي وګړي

البته ځینې استثنايي وګړي شته چې مظلوميت او محروميت پرې اغېز نه لري او د همدې فوق العادګۍ له لامله له روحي خوندېينې برخمن وي. پياوړى ايمان پر اروا د ډېرو لاملونو د اغېز مخه نيسي. استثنايي وګړي د عامو خلکو له افکارو اوچت دي. بېلګې ته پام وکړئ:

مورو پلار له خپل اولاد سره دي، په دې کور کې خواړه، مېوه، جامې او خواږه د کور پر غړيو ويشل کېږي. د اولاد فکر او ورمند او هغه اغېزې، چې په دې چارو کې يې پيدا کوي، د موروپلار له فکر او ورمند-قضاوت او د اغېز له ډول سره توپير لري؛ په يوه کچه نه دي، په دوو کچو کې دي.

خو هغه احساس، چې اولاد يې يو بل ته لري: هر اولاد که وګوري، چې په خوړو، مېوه او جامو کې يې برخه تر نورو لږه ده؛ نو خپه کېږي او ژاړي او داچې مظلوميت او بې برخېتوب احساسوي؛ نو د غچ په تکل کې شي؛ نو هغه مورو پلار، چې د اولاد د نېکمرغۍ غوښتونکي دي او خوښ دي، چې اولاد يې له وړوکتوبه سمه روحيه ولري؛ نو ورته پکار دي، چې په منځ کې يې تبعيض و نه کړي.

تبعيض د اړپېچ، حسادت او غچ تخم کرل دي. تبعيض ددې لامل دى، چې هم د بې برخې کړاى شوي اولاد اروا خپه شي او هم نازولى اولاد په بل متکي، ضعيف النفس او ژر خپه کېدونى روږد شي. موروپلار د اولاد بدني روغتيا ته خورا پاملرنه کوي؛ خو د اروا روغتيا ته يې هېڅ پاملرنه نه کوي.

خبره مې داده: داچې ماشومان په يوه کچه فکر کوي؛ نو د يو په پرتله د بل بې برخې کېدل پرې ناوړه اغېز اچوي؛ خو د موروپلار د فکر کچه، چې لوړه ده او بل شان فکر او مينه کوي؛ هغوى په دې ډول بې برخېتوبونو، ډېروالي او کموالي نه خپه کېږي؛ هغوى په دې نه خپه کېږي او د حقارت احساس نه کوي، چې خواړه يا مېوه لږه ورورسي.

په ټولنه کې هم همداسې ده؛ استثنايي وګړي، چې د ټولنې پلارونه دي؛ د محروميتونو تر اغېز لاندې نه راځي، مظلوميت او بې برخېتوب پرې اغېز نه کوي، په عين مظلوميت او بې برخېتوب کې د هغه پلار په شان دي، چې د خپل اولاد ښېګڼه غواړي؛ نو داسې خلک هم د ټولنې ښېګڼه غواړي.

رسول الله، چې په احد غزا کې په تندي په تيږه ايشتل شوى و او غاښ يې هم مات شوى و؛ نو دعا يې وکړه: ((خدايه ! قوم ته مې ښیون وکړې او و یې بښه، چې ناپوه دي. [15]))

حضرت علي (کرم الله وجهه) د فدک په هکله وايي:

((ځينو ورته تمه وکړه او ځينو زهد وکړ. . . .  زه فدک او نافدک څه کوم، حال دا، د بدن راتلونکې په ګور کې ده او په تياره کې يې آثار له منځه ځي. [16] ))

د تبعيضونو اخلاقي اغېزې

پر ځينو د تبعيضونو اخلاقي اغېزې دومره نه وي؛ خو د ټولنې د نورو وګړيو حالت د هماغې کورنۍ د غړيو مثال لري. تبعيضونه او توپيرونه د هغو خلکو اروا خپه کوي، چې برخې شوي او غچ اخستو ته يې چمتو کوي او بله ډله اسراف کوونکې، کم حوصله او بېکاره روږدوي.

د رسول الله مشهوره دعا ده، چې وايي: ((پالونکيه ! هومره دې وېره را پر برخه کړه، چې ستا له سرغړاوي مې وساتي. [17] ))

اسلامي دعاوې د غوره اخلاقي او مانيزو ښوونو ښوونکي دي، څومره روحي او ټولنيز لطايف دي، چې د دعا په ژبه ويل کېږي. په يوه دعا کې راغلي: (( خدايه ! له هغوى مو په غچ اخستو کې ملاتړ شه، چې تېرى يې راباندې کړى دى. )) دا غوڼدله لطيف ټکي لري. رسول الله و نه ويل: خدايه زموږ له ظالمانو غچ واخله؛ بلکې و يې ويل: (( خدايه له هغوى مو په غچ اخستو کې ملاتړ شه، چې تېرى يې راباندې کړى دى. ))

((ثار)) سزا ورکولو ته د لېوالتيا په مانا دى او په اصطلاح کې د غچ غوښتنې حس ته وايي. غواړي ووايي: داچې ظلم راباندې شوى؛ نو قهرًا مو روح خپه او غچ اخستونکى کېږي؛ نو همداچې دا حالت مو په اروا کې پيدا شو، هر وخت، هر ځاى او په هره لاره، چې وي، خپل اغېز به کوي او د اور په شان لمبې به وهي.

نن د معرفة النفس علماوو جوته کړې، کومې کينې او دښمنۍ، چې په روح کې پيدا کېږي؛ نو کېداى شي لنډمهاله په روح کې ننوځي او انسان يې د خپل “ظاهري شعور” له مخې هېرې کړي؛ خو واقعاً له منځه نه ځي او د روح په تل کې له “ظاهري عقل” او “ظاهري شعور” نه بې خبره پر فعاليت بوختې وي، چې بهر ته لار پيدا کړي.

رسول الله وايي: (( خدايه ! دا اور، چې په زړه کې مو دى او يوه ورځ به لمبه شي، نور دې و نه سوځوي او که څوک سوځوي هم؛ نو هغه دې وسوځوي، چې تېرى يې راباندې کړى دى))

که داسې وي، چې انسان په خپل عقل، ارادې او ظاهري شعور غچ واخلي؛ خپل شخصي غچ له بله نه اخلي، که په “بلخ” کې پښ ګناه کړې وي؛ نو په “همدان” کې د مسګر سر نه غوڅوي؛ خو چې کله انسان د ازاد عقل په حکم نه؛ بلکې په زړه کې د کينو او دښمنيو له لامله غچ اخلي؛ نو بيا دې ملاحظاتو نه ګوري.

رسول الله وايي: خدايه موږ داسې کړه، چې کينې او غچ مو دومره وي، چې دښمن وځپو، چې دا ارواحو په تل کې مو د بې عدالتيو، مظلوميتونو او کمزوريو له لامله کينې او غچ اخستنه پيدا شي، چې طبعاً روح مو ظالم او سراغړانده کېږي، له ظلمه خوند واخلي او د خلکو له لتاړېدو خوند يوسي.

په متعادله ټولنه کې متعادل اخلاق

متوازن او متعادل اخلاق عالي اخلاق دي او څرګنده ده که ټولنه، ټولنيز سازمانونه، ټولنيز قوانين او حقوق متعادل نه وي؛ نو وګړيز او شخصي اخلاق به هم متوازن نه وي، د ټولنيز تعادل د نشتوالي اغېز يوازې پر عامو بې برخې خلکو اغېز نه کوي؛ بلکې پر نازولو او هغوى هم ناوړه اغېز کوي، چې له ډېرو نعمتونو برخمن دي؛ عام خلک غوسه او خپه ګېږي او برخمن ناشکره، کم حوصله، بې هنره او کم حوصله کېږي.

حضرت علي (کرم الله وجهه) مالک اشتر ته د خواصو په هکله ليکي:

((وَلَيْسَ أَحَدٌ مِنَ الرَّعِيَّةِ، أَثْقَلَ عَلَى الْوَالِي مَؤُونَةً فِي الرَّخَاءِ، وَأَقَلَّ مَعُونَةً لَهُ فِي الْبَلاَءِ، وَأَكْرَهَ لِلاْنْصَافِ، وَأَسْأَلَ بِالاْلْحَافِ وَأَقَلَّ شُكْراً عِنْدَ الاْعْطَاءِ، وَأَبْطَأَ عُذْراً عِنْدَ الْمَنْعِ، وَأَضْعَفَ صَبْراً عِنْدَ مُلِمَّاتِ الدَّهْرِ مِنْ أَهْلِ الْخَاصَّةِ، وَإِنَّمَا عَمُودُ الدِّينِ، وَجِمَاعُالْمُسْلِمِينَ، وَالْعُدَّةُ لِلاْعْدَاءِ، الْعَامَّةُ مِنَ الاْمَّةِ، فَلْيَكُنْ صِغْوُكَلَهُمْ، وَمَيْلُكَ مَعَهُمْ [18]= خواص او خپلوان پر چارواکي (او حکومت) دروند پېټى وي؛ ځکه که کومه پېښه وشي؛ تر هر چا ډېر لږ مرستې ته يې وردانګي او ښه يې نه اېسي، چې په انصاف ورسره چلن وشي؛ دوى په ټينګه له چارواکي هر څه غواړي؛ نو چې څه په لاس ورشي، تر ټولو ډېر لږ منندوى وي او که څه ور نه کړل شي؛ نو عذر دې هم تر نورو ډېر په ځنډ مني، د ستونزو پر وړاندې ډېر لږ زغمناک دي، حال دا، ولسي پرګنۍ د دين ټينګې ستنې، د مسلمينو ځوږمنى ټولنې او د دښمن پر وړاندې دفاعي زېرمې دي؛ نوځکه بايد همدوى ته دې ډېر پام وي. ))

رسول الله وايي: (( منځلاري او همسطح اوسئ، ترمنځ مو ناهموارۍ او تبعيضونه له منځه يوسئ، چې زړونه مو يو بل ته نږدې شي او په يوه سطح شي))؛ يعنې که په چارو او نعمتونو کې درز او واټن درکې پيدا شو؛ نو قهراً په زړونو کې به مو واټن جوړ شي؛ نو هغه مهال په يوه زړه، همفکره او په يوه ليکه کې پاتې کېداى نشئ او قهراً به په دوو بېلابېلو ليکو کې کېږئ.

قرآن کريم وايي:

((وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُون[19]= او ټول د الله تعالی پر رسئ [ = قرآن، اسلام او د يووالى پر هر ډول وزله ] ټينګې منګولې ولګوئ او مه خپرېږئ. د الله تعالی هغه (ستر) نعمت راياد كړئ، چې تاسې يو د بل دښمنان وئ؛ خو هغه ستاسې په زړونوكې مينه واچوله او له دې امله سره وروڼه شوئ او تاسې د يوې اورينې كندې پرغاړه ولاړ وئ؛ خو الله تعالی ترې وژغورلئ، الله تعالی تاسې ته خپل آيتونه څرګندوي، ښايي سمه لار ومومئ. ))

ددې آيت له مضمونه څرګنده ده، چې د هغه يووالي او اتحاد په هکله دى، چې اسلام يې له مسلمانانو غواړي.

د اسلام د بري راز

په تېرو مخونو کې مو وويل، چې که اسلام يوازې اخلاقي اړخ درلود او د يو اخلاقي ښوونځي په څېر يې کار يوازې نصيحت او اخلاقي وړانديزونه ول او له ټولنيزو سازمانونو سره يې کار نه درلود؛ نو ناشونې وه، ټولنه يې جوړه کړې وه؛ متحده او ګډآنده-همفکره او د يوه زړه ټولنه، چې د تاريخ په بهير کې يې بدلون راوړ.

اړنګ نشته چې ايمان او ګروهه ده، چې زړونه سره نږدې او يو کوي او د الله تعالی استازي د يووالي ستر لامل رامنځ ته کړ، چې په ګروهه کې يووالى دى او خلک يې د ((لا اله الا الله)) تر بېرغ لاندې راټول کړل؛ خو يوازې په ايمان او ګروهه يې بسيا و نه کړه او د يووالي په لار کې يې خنډونو ته هم پام و او له منځه يې يووړل.

نو داسې فکر مه کوئ، چې اسلام يوازې د ايکې يوې ګروهې په جوړولو خلک يو کړي دي؛ نه ! پردې سربېره يې خنډونه، تبعيضونه، سوړې او توپيرونه هم له منځه يووړل؛ که و يې ويل: (( تعالوا الى کلمة سواء بيننا و بينکم الا نعبدو الا الله و لا نشرک به شيئا=يوې ګروهې او ايمان ته راشئ، چې ټولو ته ښه دى، ټولو ته يو حقيقت دى، د ټولو لپاره خير دى)) او که دا يې وويل او د توحيد وړانديز يې وکړ؛ نو ورپسې يې وويل: (( ولايتخذ بعضنا بعضا اربابا من دون الله)) د مساوات او برابري وړانديز يې هم وکړ.

رسول الله په حجة الوداع کې وويل: (( ايها الناس ان ربکم واحد و ان اباکم واحد، کلکم من آدم و آدم من تراب، لا افضل لعربى على عجمى الا بالتقوى. = خلکو! د ټولو الله تعالی ايکې يو دى، د ټولو پلار يو دى، ټول د آدم اولاده يو، آدم هم له خاورې پيدا شوى؛ نو ټول له خاورې پيدا شوي يو، د شرافت کچه يوازې تقوا ده او عرب پر عجم غوره والى نه لري. )) بيا يې وويل: (( الا هل بلغت؟ آيا تبليغ مې وکړ؟ قالوا نعم ټولو وويل: هو ! بيا يې وويل: ((فليبلغ الشاهد الغائب؛ نو حاضرين دې ديې غائبينو ته ورسوي. )) نسل په نسل دې دا خبره خپره شي. [20]

پر عمومي چلن د عدالت اغېز

له دې ځايه پوهېږو، چې د عدالت شتون او نشتون د خلکو پر کړنو اغېز لري؛ ځکه چې پر ګروهو او خويونو يې اغېز درلود؛ نو هرومرو پر کړنو هم اغېز لري. قرآن حکيم وايي:

((قُلْ كُلٌّ يَعْمَلُ عَلَى شَاكِلَتِهِ فَرَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ أَهْدَى سَبِيلاً[21]= ووايه: (( هرڅوك د خپل (اروايي او بدني) جوړښت له مخې عمل كوي او ستا پالونكى ښه پوهېږي، چې څوك پرسمه لار دى.))

هر څوک، د خپل فکر، ګروهې او هغو حالاتو له مخې عمل کوي، چې په اروا کې يې دي؛ يعنې د انسان د کړنو جرړه په اروا کې ده.

و مو ويل، چې بې عدالتي، توپيرونه، تبعيض او د محروميت او غبن احساس ناوړه اغېزې لري، چې وويل شوې او بېوزلي او اړتيا_ که لامل يې بې عدالتي يا بل څه وي_د ګناه يو لامل دى؛ نو که د محروميت له احساس سره يو ځاى شي؛ نو ټولنيزه وضع به خورا خرابه شي او وايي به:

سخـــن درست بگويم نمى توانـــــــم ديــد

که مـــى خـورند حريفان و من نظاره کنم

همدا ((نمى توانم ديد)) د غلاګانو، بډيخورۍ او د عمومي اموالو د اختلاس لاملېږي، چې په خپله ګناه ده.

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوى “محمدابن الحنفيه” ته د بېوزلۍ په هکله ليکي:

((وقال عليه السلام لابنه محمد بن الحنفية: يَا بُنَيَّ، إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكَ الْفَقْرَ، فَاسْتَعِذْ بِاللهِ مِنْه، فَإِنَّ الْفَقْرَ مَنْقَصَةٌلِلدَّينِ، مَدْهَشَةٌ لِلْعَقْلِ، دَاعِيَةٌ لِلْمَقْت![22]= ( خپل زوى محمد حنيفه ته سپارښتنه کوي) وايي: زويه! پر تا له تنګلاسۍ په تشويش کې يم، له فقره الله تعالی ته پناه يوسه، چې په واقع کې بېوزلي د انسان دين نيمګړى کوي، عقل سرګردانوي او د دښمنۍ لامل دى. ))؛ يعنې څه؟؛ يعنې آيا بېوزلي ګناه ده؟ نه بېوزلي ګناه نه ده؛ خو بېوزلي هغه انسان ډېر ژر ګناه ته اړباسي، چې پياوړى ايمان و نه لري. ډېرى ګناهونه دي، چې له بېوزلۍ او اړتيا راولاړېږي.

رسول الله وايي: ((کاد الفقر ان يکون کفرا[23]= بېوزلي د کفر پولې ته نږدې ده. بېوزلي اروا سرغړانده او هوډ کمزروي. ))

د بېوزلۍ د بلې اغېزې په هکله وايي: ((مدهشة للعقل= بېوزلي فکر پرېشانوي. ))

عقل او فکر د بېوزلۍ او اړتيا له لامله خپل تعادل له لاسه ورکوي او انسان نشي کړاى په چارو کې ښه فکر وکړي؛ لکه څنګه چې خپګانونه او کړاوونه فکر و خيال پرېشانه کوي.

تدبير صــواب از دل خوش بايد جست

سرمايه عافـــــيت کفـاف است نخست

شمشـــير قـــوي نبايـد از بازوى سست

يعنـــــــې زدل شکسته تدبيــــــر درســــت

البته بيا هم استثنايي وګړي شته چې داسې نه دي او پېښې او کړاوونه پرې اغېز نه لري؛ خو ټول داسې نه کوي.

د بېوزلۍ د درېیم اغېز په هکله وايي: ((داعية للمقت؛ يعنې چې بېوزله يې؛ نو خلک به دې ملامتوي او سپکاوى به دې کوي او د انسان په اروا کې غوټې او کينې رامنځ ته کوي او د انسان د خپګان لامل ګرځي او کېداى شي ددې غونډلې مراد دا وي، چې ته به له خلکو سره دښمني پيدا کړې او خلک به د خپلې بدمرغۍ لامل بولې.

دې څپرکي ته د حضرت علي (کرم الله وجهه) د يو ملګري؛ “صعصة بن صوحان عبدي” په خبرو د پاى ټکى ږدم، چې د خلافت په لومړۍ ورځو کې يې حضرت علي (کرم الله وجهه) ته وويل: (( اميرالمؤمنيه! تا خلافت ته سينګار او وياړ ورکړ؛ خو خلافت تا ته وياړ او سينګار نه دى. د خلافت مقام ستا په خليفه کېدو لوړ شو؛ خو ستا مقام يې اوچت نه کړ، خلافت تا ته اړين دى؛ خو ته خلافت ته اړين نه يې. )) [24]

چې کله حضرت علي (کرم الله وجهه) په سر ګوزار وخوړ؛ نو “صعصه” وويل: ((اميرالمؤمنيه! په ژوند او مرګ دې الله تعالی پر تا ولورېږي، الله تعالی ستا په فکر کې خورا ستر و، ته د الله تعالی د ذات پېژندونکى او عارف وې. ))

د “صعصه” پيغام امام ته ورسېد؛ و يې ويل: زما له اړخه ورته وواست: ((صعصه ! الله تعالی دې پر تا ولورېږي، ته زما ښه ملګرى وې؛ بې تمې، کم زحمته او کم لګښته؛ خو زيارکښ، خادم او سرښندويه وې. ))[25]

درېیمه خبره يې د حضرت علي د ښخولو پرمهال ده؛ حضرت علي يې د شپې ښخ کړ او د ځینې ملاحظاتو له لامله په جنازه کې يې يوازې څو ځانګړيو اصحابو ګډون وکړ، چې يو يې هم “صعصه” و. حضرت علي يې چې ښخ کړ، د قبر غاړې ته راغى، يو لاس يې پر خپل زړه کېښود او په بل لاس يې موټى خاورې راواخستې او پر خپل سر يې وشيندلې، و يې ويل: ((مورو پلار مې درځار، د حق له ذات سره دې دا ستر مقام، پاکي او نېکمرغي مبارک شه. له خدايه ! غواړم، چې منت راباندې کېږدي او توفيق راکړي، چې لاروي دې وکړم، ته هغه څه ته ورسېدې چې څوک نه دى رسېدلى او هغه مقام ته ورسېدې چې څوک ور و نه رسېد. الله تعالی دې مقام ډېر ستر او شريف کړ. الله تعالی دې موږ له هغه اجره بې برخې نه کړي، چې ستا په پار به يې راکوي، الله تعالی دې موږ تر تا روسته بې لارې نه کړي. پر الله تعالی قسم، چې ژوند دې د ښېګڼو کونجيانې او د بديو قلفونه ول. که خلکو دې خبرې اورېدلې واى او که پېژندلاى يې واى؛ نو له اسمان او ځمکې او د سر له پاسه او تر پښو لاندې به يې نعمتونه راټوکېدلي ول؛ خو افسوس، چې ستا قدر يې و نه پېژانده او دنيا تېرايستل. )) بيا په خپله په ژړا شو او ورسره هم په ژړا شول. [26]

 

په ځاى توپيرونه او بې ځايه توپيرونه

په دې برخه کې د عدالت او مساوات په مانا او توضيح خبرې کوم، چې توپير، اړپېچ او تبعيض څه دى، چې له عدالت سره اړخ نه لګوي؟ آيا په ټولنه کې، چې د وګړيو ترمنځ هر ډول توپير وي، له عدالت سره مخالف دى؟ آيا د عدالت غوښتنه داده، چې وګړي پر يو بل هېڅ امتياز و نه لري؟ يا د عدالت غوښتنه داده، چې وګړي یو د بل پر وړاندې بېځايه امتياز و نه لري؟که مراد مو دا دويمه خبره وي؛ نو دويمه پوښتنه ذهن ته راځي: د پرځايوالي او بېځايوالي او رواتوب او نارواتوب کچه څه ده؟ امتيازونه، چې پر کوم بنسټ وي؛ نو روا دي او پر کوم بنسټ ناروا او بېځايه دي؟

د حضرت علي (کرم الله وجهه) له نظره د عدالت تعريف

حضرت علي وپوښتل شو: “جود” غوره دى که عدل؟ حضرت علي ويلي ول، چې عدل غوره دى او خپل ځواب ته يې دوه دليلونه هم راوړي ول: يو داچې عدل هر څه په خپل ځاى کې ږدي؛ خو جود څيزونه له خپل ځايه راباسي. و يې نه ويل، چې عدل ځکه تر “جود” غوره دى، چې ټول وګړي په يوه ليکه او لړ کې ږدي او ترمنځ يې توپير نه قايلېږي؛ و يې ويل: عدل ځکه تر “جود” غوره دى، چې هر څه په خپل ځاى کې ږدي.

مولانا بلخي وايي:

عدل، وضع نعمتى در موضــعش نى به هر بيخى که باشد آبکش

ظــــــــلم چبود وضع در ناموضعى که نبــــــاشد جز بــــــلا را منبعى

عــــــــدل چبود آب ده اشجـــــار را ظلــــــــم چبود آب دادن خــــــار را

د حضرت علي (کرم الله وجهه) د تعريف له مخې، د عدل غوښتنه نه ده، چې د بشر ترمنځ ټول توپيرونه دې له منځه يووړل شي؛ بلکې د استحقاقونو رعايت د عدل غوښتنه ده؛ نو دلته دويمه پوښتنه رامنځ ته کېږي، چې د استحقاق او عدم استحقاق او پر ځاى توب او بېځايتوب کچې څه دي؟

ټولنه د ژوندي بدن په څېر ده

لومړى به سريزه ووايو او بيا به د پوښتنو ځوابونه ورکړم. خورا غوره تشبيه داده، چې ټولنه يې له ژوندي بدن سره تشبيه کړې ده؛ لکه څنګه چې بدن د غړيو ټولګه ده او هر غړى خپله دنده لري، ټولنه هم د وګړيو ټولګه ده او د ټولنې د اړتيا چارې د دندو، وظيفو، مسلک او کسب په بڼه پر وګړيو ويشل شوي دي. د بدن غړي هر يو خپل مقام او درجه لري. يو حکم ورکوي او بل يې مني. يو په بدن کې عالي مقام لري او بل ټيټ. ټولنه هم داسې ده؛ يعنې هره ټولنه، چې په هر رژيم او سيستم سمبال شي، د کار، دندو او وظيفو ويش لري او يو ډول درجه بندي او طبقه بندي لري.

بدن روغتيا او رنځ لري، ټولنه هم رنځ او روغتيا لري؛ بدن زوکړه، وده او مرګ لري. ټولنه هم داسې ده؛ بدن که روغ وي؛ نو د غړيو ترمنځ يې همدردي ده، ټولنه هم که روغه او ژوندۍ وه او ټولنيزه اروا يې درلود؛ نو همداسې ده.

په دې هکله رسول الله وايي: ((مؤمنان په خپلمنځي علايقو او عواطفو کې د بدن په څېر دي، يو غړى، چې ودردېږي؛ نو نور غړي همدردۍ ته راغواړي او تبه او بېخوبي رامنځ ته کېږي. ))[27]

شيخ سعدي وايي:

چو عضوى به درد آورد روزگار دگر عضوها را نماند قرار

معمولاً يو څيز، چې له بل څيز سره تشبيه کېږي؛ نو په يوه يا دوه څيزونو کې ورته والى لري؛ خو له بدن سره د ټولنې ورته والى له هغو ورته والو ده، چې کې تر لسو هم ډېر ورته والي لري. کېداى شي دا ورته والى د جامعيت له نظره بې سارى وي.

سره له دې چې دا تشبيه جامع ده؛ خو داسې هم نه ده، چې ټولنه او بدن له هر اړخه يو شان وي. داسې چارې هم شته چې ټولنه او بدن سره توپير لري؛ نو نن، چې پر عدالت ويينه ده؛ د ټولنې او بدن توپير به هم ووايو.

د ټولنې او ژوندي بدن توپير

يو توپير يې دادى، چې د بدن غړي هر يو ثابت ځاى او څرګند مقام لري او په ځاى، مقام او دنده کې يې بدلون نه راځي؛ خو د ټولنې وګړي داسې نه دي. د بېلګې په توګه: هر يو سترګه، غوږ او لاس يو غړى دى، ثابت ځاى لري او هر يو خپله ځانګړې دنده لري: سترګه تل سترګه وي او غوږ تل غوږ وي، د سترګې دنده تل ليدل دي او تل د غوږ دنده اورېدل دي او ناشونې ده، چې غوږ د خپلې وړتيا له لامله د سترګې دنده وکړي او د سترګې مقام لږ راټيټ شي او د غوږ کار وکړي. د بدن ټول غړي ثابت او نه بدلېدونى مقام لري او هر يو د يوې ځانګړې دندې لپاره پنځول شوى او بې له خپلې دندې بله ترسره کولاى نشي.

د ټولنې غړي څنګه؟ آيا وګړي هم د غړيو په څېر دي؟ هر وګړى او ډله په ټولنه کې يوازې يو ثابت مقام لري؟يوازې د يو کار لپاره جوړ شوي؟ او لکه څنګه چې د غوږ، سترګې، ماغزو او. . .  دندې معلومې دي، د وګړيو او اصنافو دندې هم معلومې دي؟د هر ټولګي وګړى بايد د خپل ټولګي ټاکلې دنده وکړي او حق نه لري بل ټولکي ته ورننوځي؟ که داسې نه ده؟

څرګنده ده، چې داسې نه ده؛ ځکه غړي عقل، اراده، تشخيص، خپلواکې، واک، ټاکنه او ځانګړې سليقه نه لري او هغه روح ته لاس په سينه ولاړ دي، چې پر بدن واکمن دى د ((لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ[28]= او هېڅکله د الله تعالی له فرمانه سرغړونه نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛ (پوره يې) ترسره كوي. )) پوره؟ ښکاروندى دي؛ خو وګړي په ټولنه کې داسې نه دي. سمه ده، چې ټولنه ساه او ژوند لري؛ خو ټولنيزه روحيه دومره پر وګړيو لاسبري او واکمني نه لري او وګړي هم هاغومره ټولنيز روح ته لاس په سينه نه دي ولاړ.

د انسان د مدني بالطبع مانا

له پخوا به علماوو ويل، چې انسان مدني بالطبع دى؛ يعنې طبيعتاً ټولنيز دى. بيا نور علماء راغلل او دا غونډله يې وڅيرله، چې د مدني بالطبع مانا څه ده؟ که مراد دا وي، چې انسان له بوټيو او څارويو_البته له ځينو څارويو_ سره دا توپير لري، چې کوم استعدادونه په انسان کې دي او کومو کمالاتو ته چې بايد ورسي، يوازې په ټولنيز ژوند کې ورته رسېداى شي، د ژوند اړتياوې يې يوازې له تمدنه لاس ته راځي، البته دا سمه خبره ده؛ خو که مراد ترې دا وي، چې د انسان ټولنيز ژوند د نورو څارويو په څېر غريزي او طبيعي دى، چې دا ناسمه خبره ده او د انسان ټولنيز ژوند داسې نه دى؛ خو که مراد ترې دا وي، چې انسان بې له ټولنې او په وګړيزه بڼه ژوند نشي کړاى او پردې سربېره، په انسان کې ځینې اړتياوې او استعدادونه پټ دي، چې بې له ټولنيز ژونده فعليت ته نه رسي او نه راښکار کېږي او دا اړتياوې او استعدادونه د انسان په غونډال کې ايښوول شوي او همدوى انسان ټولنيز ژوند ته راکاږي، چې دا سمه خبره ده؛ خو دا خبره د انسان د عقل په نسبي خپلواکۍ، د وګړي په ارادې او له ټاکنې سره هېڅ ټکر نه لري؛ نو ويلاى شو، چې د انسان ټولنيز ژوند قراردادي او انتخابي دى؛ انسان ټولنيز ژوند د عقل په حکم او د ارادې په ټاکنه غوره کړى دى.

د روستيو پېړيو ټولنيز انديال “ژان ژاک روسو” د ټولنيز تړون په نامه کتاب د همدې نظريې پر بنسټ کښلى، چې د انسان ټولنيز ژوند قراردادي دى، له هوکړې او تړونه رامنځ ته شوى او قهري او غريزي نه دى. که څه، د “روسو” دا نظريه په ټوليزه توګه د منلو وړ نه ده، چې د انسان ټولنيزتوب يې نفې کړى دى او موږ پکې خبره نه لرو، چې ويل کېږي د وګړيو ټاکنه هم ونډه لري. اوس نه غواړم پردې فلسفي مطلب رڼا واچوم.

را به شو ټولنې او بدن ته: د بدن غړي يوازې د ځانګړي عضويت حق لري؛ خو د ټولنې وګړي د هر ډول عضويت حق لري او دا حق د انسان فعاليت او وړتيا ټاکي او د انسان دنده، مقام، درجه او داچې ټولنې ته څه ډول خدمت وکړي، په غريزي او طبيعي ډول ټاکل شوي نه دي، وګړى د ټولنې پر وړاندې ټاکلى مقام نه لري، د وګړي د عمل ډګر پراخه دى، مخه يې خلاصه ده، ځانګړې دندې ته محدود نه دى. واک، ټاکنه، ازادي، سليقه او په پايله کې مقامونه او دندې د بدلون او بدلېدو وړ دي، د ټولنې د بدن غړي بدلېږي، ځايونه بدلېږي، د غونډال قانون د هېچا پر تندي نه دي کښلي، چې هرومرو با ستا دا دنده وي او پلانى مقام به لرې. لنډه داچې په بدن کې په طبيعي ډول د کار ويش، درجه بندي او ځايونه ټاکل شوي دي؛ خو په ټولنه کې دا کار بايد پخپله غړي یو د بل ترمنځ وکړي، د عمل ډګر هم ټولو ته پراخ دى، ټول انسانان دي، ټول عقل لري، ټول واک او اختيار لري او ټول ځان ته پر شخصيت قايل دي.

دلته بله پوښتنه رامنځ ته کېږي، چې دا چارې څنګه یو د بل ترمنځ وويشي؟وظيفه او درجه ورکول، چې هرومرو لاندې باندې او لوړ او ټيټ لري؛ نو بنسټ به يې څه وي؟وګړيو ته په ټولنه کې پر کوم بنسټ ځاى او دنده ورکړل شي؟ پچه واچوي که نه؟

يوازې يوه لار ده او هغه داچې زور نه وي، ټول ازاد پرېښوول شي او د ژوند ډګر د سيالۍ د ډګر بڼه ومومي او بېلابېل وګړي په سيالۍ کې د ګډون حق ولري او هر څوک د خپلې لېوالتيا او استعداد له مخې په خپل فعاليت او وړتيا ځان ته دنده او کار وټاکي.

پايښت ته جګړه که پايښت ته سيالي

ځينو ژوند د جګړې له ډګر سره تشبيه کړى دى، وايي: ژوند پايښت ته جګړه ده؛ خو غوره او بشپړ تعبير دادى، چې ووايو ژوند پايښت ته سيالي ده. د ((پايښت جګړه)) د جګړې او دښمنۍ مفهوم ورکوي.

د ځينو د وينا له مخې، ژوند يوازې جګړه ده، د انسان د ژوند لومړى آر دښمني ده او جګړې او دښمنۍ دي، چې قهرًا پر انسان مرستې او تړونونه ورتپي. اوس پردې مطلب ويينې ته وخت نشته؛ خو دومره بايد ووايم: داسې نه ده، چې دښمني او جګړه د ژوند طبيعت او غوښتنه وي؛ خو پايښت ته سيالي د ژوند غوښتنه او طبيعت دى. که ژوند غواړي، چې پر سم چورليد شي؛ نو بايد بنسټ يې پايښت ته سيالي وي. سيالۍ ته دوه څيزونه پکار دي: د وګړيو ازادي او بل ټولنيز نظم، چې د ګډوډۍ مخه ونيسي.

پردې بايد رڼا واچوم:

د لوبو يوه سيالي په پام کې ونيسئ، په سياليو کې مډال، انعام، وياړ او مشهورتيا وي. دا مډال به د چا په برخه کېږي؟د هغه چې غوره سيالي وکړي.

څوک چې وزېږي؛ نو له هماغه پيله يې ورته پر تندي نه وي کښلي، چې وياړ به لاس ته راوړي او بل څوک دا حق نه لري؛ بلکې په سيالۍ کې د ګډون حق هر چا ته ورکول کېږي، چې ځينې د کړاو-تمرين او کوښښ له لامله بريالي کېږي او ځينې نور د لټۍ، د فطري وړتيا د نه درلودو او د تمرين د نه کولو له لامله له دې مډاله بې برخې کېږي.

داچې ټولنه له بدن سره توپير لري او د وګړيو دندې د غونډالې په حکم او جبري ټاکل شوي نه دي او داچې الله تعالی بشر ازاد پنځولى او ځانګړې دنده يې ورته نه ده ټاکلې او د عمل ميدان يې ورته پراخه کړى؛ نو ددې چارو په حکم ټولنه د سيالۍ ډګر دى؛ بايد وګړي د سيالۍ په ګټلو، وړتيا، استعداد او فعاليت دا نعمتونه او حقوق اختيار کړي. نه غواړم ووايم: ټول وګړي د لېوالتيا او استعداد له پلوه ټولو کارونو ته مساوي دي او اړنګ نشته چې له دې نظره د خلکو استعدادونه توپير لري او هر څوک ځانګړى استعداد لري؛ نوځکه ځينې کسان ځينو چارو ته ډېره لېوالتيا او ځينو ته لږه لېوالتيا لري؛ خو داسې نه ده، چې هر څوک له پيله پوه شي او حس کړي، چې يوازې يو ټاکلي کار ته جوړ شوى دى او يو ثابت او نه بدلېدونى مقام لري؛ لکه څنګه چې د بدن غړي داسې دي؛ نو بايد ټولنه په ټولو نعمتونو او حقوقو کې د ازادې سيالۍ د ډګر بڼه ولري او په سيالۍ کې هر چا ته د ګډون حق ورکړ شي او دا ټولنه بايد دومره منظمه وي، چې نعمتونه يې هغو ته ورکړل شي، چې په دې ټولنيزه سيالۍ کې ګټوونکي وي.

د سيالۍ دوې برخې

سيالي دوې څيزه لري:

يوه هغه کړنه، چې سيالي پرې کېږي؛ لکه منډه، په غېږه ورتلل او. . .  او بل هغه انعام او وياړ دى، چې د سيالۍ ګټونکي ته ورکول کېږي. ټولنه هم، چې د سيالۍ ډګر دى، دا دوه اړخه پکې شته: يو هغه کار، چې سيالي ورته کېږي او بل هغه ګټه، چې انسان ته ورکول کېږي. په څه سيالي کېږي او څه انعام ورکول کېږي؟ په هغه څه سيالي کېږي، چې بشر ته ګټور وي او د بشر ټولنيز ژوند ورپورې تړلى وي، په هغه څيزونو کې دې سيالي وشي، چې بشر ته ګټور وي؛ په پوهه، تقوا، عقل، کوښښ، عمل، کار او خلکو ته په خدمت کې سيالي وي. انعام يې هم هغه حقوق دي، چې د کار د څومره والي، صلاحيت، وړتيا، زحمت او استحقاق پر بنسټ ورکول کېږي؛ لکه څنګه چې تر امتحان روسته زده کوونکيو ته نمرې ورکول کېږي. که پوه شو، چې په څه سيالي ده، مخکې په کومه برخه کې کېدل او روسته کېدل کچه او معيار دي، په کوم ډګر کې بايد وګړي سيالي وکړي، په کومه زده کړه کې بايد امتحان ورکړي او نمرې واخلي؟ سيالي بايد په هغو چارو کې وي، چې دين ورته “خير او ښه” وايي؛ که په دې دوو پوه شو؛ نو سر به مو خلاص شي، چې چاته نمرې او انعام ورکړو، چاته ډېر او چاته لږ ورکړو.

داچې په تېرو څپرکيو کې مو وويل: په اسلام کې حق او مکلفيت اوږه په اوږه دي او يو له بله بېل نه دي؛ نو همدا خبره ده. د سيالۍ ډګر د هماغه مکلفيت او دندې ډګر دى او حقوق هماغه ګټه او نمرې دي، چې د مکلفيت او دندې له سيالۍ سره متناسب د وګړيو په برخه کېږي او که په اسلام کې مو د حق او مکلفيت د اوږه په اوږه توب آر درک کړ؛ نو پوه به شو: داچې وايو ژوند سيالي ده؛ يعنې د دندې او مکلفيت سيالي ده ((وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى[29]= او داچې انسان ته يوازې هڅه يې ده. )) او بيا به پوه شو، چې د سيالۍ د ګټلو انعام له ټولنيزو حقوقو برخمنېدل دي؛ که په دې مو ځان پوه کړ؛ نو د اسلام د ټولنيزو حقوقو پر ستره مبنا به پوهېدلي يو.

عدالت که مساوات

پوښتنه دا وه: عدالت څه دى؟ هغه کوم توپير، اړپېچ او تبعيض دى، چې له عدالت سره اړخ نه لګوي؟په ټولنه کې، چې د وګړيو ترمنځ هر ډول توپير وي، له عدالت سره اړخ نه لګوي او آيا مطلق مساوات د عدالت لازمه ده؟ که مطلق مساوات د عدالت مستلزم نه دى او کله د عدالت غوښتنه وي، چې پر توپير او امتياز قايل شو او که د عدالت غوښتنه داده، چې بېځايه توپيرونه دې نه وي؟ که دا دويمه خبره د عدالت غوښتنه وي؛ نو د پرځايتوب او بېځايتوب کچې څه دي؟

معلومه شوه، چې د عدالت مانا دا نه ده، چې ټول له هر پلوه په يوه حد، مقام او درجه وي. ټولنه په خپله مقامونه او درجې لري او له دې نظره د بدن په څېر ده، چې مقامونه او درجې لري؛ نو بايد ويش وشي او درجه ورکړ شي او يوازېنۍ لار يې هم داده، چې وګړي ازاد پرېښوول شي او د سيالۍ زمينه ورته چمتو شي؛ نو همداچې د سيالۍ خبره شوه او داچې د ټولو استعدادونه يو شان نه دي او د ټولو کوښښ او هڅې يو هومره نه دي؛ نو اتومات اړپېچ او توپير رامنځ ته کېږي؛ يو مخکې کېږي او بل شاته کېږي.

د عدالت غوښتنه داده، چې په ټولنه کې د توپيرونو بنسټ دې د وړتیاوو او وړتيا د توپير تابع وي. د عدالت غوښتنه داده، چې هر محصل ته هغه نمره ورکړه شي، چې مستحق يې وي او دا د عدالت غوښتنه نه ده، چې ټولو ته يو هومره نمرې ورکړل شي او وويل شي، چې بايد ټولو ته يو هومره نمرې ورکړل شي او که داسې مو و نه کړل؛ نو تبعيض مو کړى او تبعيض ظلم دى. پرعکس که ټولو ته مساوي نمرې ورکړ شي؛ نو د حق حقوال، حق به لتاړل شوى وي، چې دا ظلم دى.

په مساوي حقوقي شرايطو کې مساوات د عدالت غوښتنه ده؛ نه په نامساوي حقوقي شرايطو کې او هغه څه چې بايد کچه نه وي، هغه چارې دي، چې د وګړيو په وړتيا، استعداد، فعاليت او کوښښ پورې اړوند نه دي. که استعدادونه او وړتياوې ناليدي وګڼو او ټولو ته يو شان نمرې او امتياز ورکړو؛ نو ظلم مو کړى دى.

دا د پرځاى او د بېځايه او د روا او ناروا تبعيضونو توپير دى دا ده د هغې غونډلې مانا، چې د عدالت په تعريف کې وويل شوه، چې: ((العدالة اعطاء کل ذى حق حقه=عدالت دادى، چې د هر ذى حق خاوند خپل حق ته ورسي. )) دا ده د حضرت علي (کرم الله وجهه) د خبرې مطلب، چې عدل هر څه په خپل ځاى کې ږدي او و يې نه ويل، چې عدل ټول په يوه ليکه او درجه کې کوي. عدالت دادى، چې په ټولنيزو چارو او ټولينزو حقوقو او له ټولنيزو حقوقو له برخمنېدو په لار کې ټولو ته د بشپړې سيالۍ زمينه چمتو شي. د مساوات او په يوه سترګه د ليدو او ټولو ته د يو شان کتو مانا هم داده، چې هېڅ شخصي ملاحظه پکې نه وي او د شخصي ملاحظاتو له نظره ټول يو شان وي او د طبقاتي ملاحظاتو له نظره هم ټول يوشان وي.

رسول الله وايي: (( خلک د ګومنځې د غاښو په څېر دي او ټول سره برابر دي. ))

بيا وايي: ((ايها الناس ان ربکم واحد و ان اباکم واحد، کلکم من آدم و آدم من تراب، لا افضل لعربى على عجمى الا بالتقوى. = خلکو! د ټولو الله تعالی ايکې يو دى، د ټولو پلار يو دى، ټول د آدم اولاده يو، آدم هم له خاورې پيدا شوى؛ نو ټول له خاورې پيدا شوي يو، د شرافت کچه يوازې تقوا ده او عرب پر عجم غوراوى نه لري. ))

بيا يې وويل: (( الا هل بلغت؟ آيا تبليغ مې وکړ؟ قالو نعم ! ټولو وويل: هو! بيا يې وويل: ((فليبلغ الشاهد الغائب؛ نو حاضرين دې دا خبره غائبينو ته ورسوي. [30]))

قرآن کريم هم د رنګ، توکم، جنس او وينې امتيازات له منځه وړي او وايي: (( انا خلقناکم من ذکر انثى و جعلناکم شعوبا و قبايل لتعارفو )) او په بل ځاى کې وايي: (( ان اکرمکم عندالله اتقيکم)) او د فضايلو پر بنسټ امتيازات په رسميت پېژني.

قرآن وايي: هېڅکله پوه او ناپوه، متقي او نامتقي سره مساوي نه دي: ام نجعل الذين آمنوا و عملوا الصالحات کالمفسدين فى الارض ام نجعل المتقين کالفجار. آيا شونې ده، چې موږ ايمانوال او نېکچاري، چې نېک او سموونکي دي، له ورانوونکيو سره مساوي کړو؟ آيا شونې ده، چې د تقوا خاوندان له شهوتپالو سره يو شان وګرځوو؟

قرآن کريم وايي: ((قل هل يستوى الذين يعلمون و الذين لا يعلمون انما يتذکر اولو الالباب –ووايه ايا هغوى چې پوه دي او هغوى چې ناپوه دي، يو شان دي؟يوازې د عقل خاوندان پوهېږي، چې برابر نه دي.

په بل ځاى کې قرآن کريم وايي: فضل الله المجاهدين على القاعدين اجرا عظيما –الله تعالی مجاهدينو ته د هغوى په پرتله ستر ثواب او غوراوى ورکړى، چې په کور ناست دي.

او وايي: ((أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَةَ رَبِّكَ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًا سُخْرِيًّا وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ[31]= ايا هغوى ستا د پالونكي رحمت وېشي؟! موږ په دنيوي ژوند کې د هغوى ترمنځ د دنيوي ژوند وزلې يې وېشلي دي او موږ د ځينو رتبې يې پر ځينو نورو لوړې كړې دي، چې ځينې يې ځينې (نور) په خدمت وګوماري او ستا د پالونكي رحمت تر هغه څه غوره دى، چې راغونډوي يې. ))

ايا هغوى ستا د پالونکي رحمت ايشلى دى؟ موږ يو، چې په خلکو کې مو د ژوندانه وزلې او بېلابېل استعدادونه ويشلي دي، چې په پايله کې ترمنځ يې طبيعي اړپېچ راپيدا شي او همداراز اړپېچ او توپير ددې لاملېږي، چې ځينې، ځينې نور د ځان تابع کړي او بشري ټولنيز نظام استقرار ومومي.

په وړتیاوو کې د انسانانو توپيرونه

د غونډال يو شاهکار د وګړيو طبيعي توپير دى، په تېره، ددې خبرې په پامنيوي: هماغه چې په يو اړخ کې طبيعي امتياز لري، بلخوا بل پرې امتياز او تفوق لري او پايله داده، چې ټول یو د بل تابع او مسخر دي او يو بل ته اړتيا لري.

پرمختللې ټولنې هڅه کوي، چې عدالت او مساوات راولي او څومره توفيق يې چې موندلاى داسې نه ده، د بااستعداد او بې استعداد، هوښيار او ډرپل، فعال او لټ، با شخصيت او بې شخصيت، امين او ناامين او د خادم او خاين ترمنځ د عدل او مساوات په نامه توپير و نه کړي، چې دا مساوات نه دى، عدالت نه دى او دا ډول توپير نه کول، په خپله يو ډول ظلم دى.

حقيقي مساوات

مساوات دادى، چې ټولو وګړيو ته مساوي امکانات چمتو شي، ټولو ته يو هومره ډګر خلاص وي، ټولو ته متساوي زمينه چمتو شي، چې هر همت والا په هر ځاى او هره طبقه کې، چې وي، د خپلې وړتيا او استعداد په رڼا کې او د خپل فعاليت په پايله کې خپل وړ کمال ته ورسي.

د بېلګې په توګه: بايد ټولو ته د علم د زده کړې زمينه چمتو شي، ټول وکړاى شي ښوونځي ته ولاړ شي، د لوړو زده کړو امکانات چمتو وي؛ نه داچې يو ته د زده کړې امکانات وي او بل ته نه وي.

ناروا توپير او تبعيض دادى، چې وګړي د عمل د امکاناتو او شرايطو له نظره مساوي نه وي؛ يو ته د پرمختګ لپاره پوړۍ وي او بل ته نه وي او روسته پاتې شي او بل د وړتيا په نه درلودو سره واسطه ولري او ستر ټولنيز مقام ورکړي.

شيخ سعدي وايي:

وقتي افتاد فتنه اى در شام هر کس از گوشه اى فرار رفـتند

روستـــــــازادگان دانشمــــند به وزيـــــــــــرى پادشــــــــاه رفــتند

پســـــــــران وزير ناقص عقـــــــل به گــــــــــدايي به روستا رفتند

ټولنه دې داسې نه وي، چې يوازې هغه مهال د هنر او پوهې قدر وپېژندل شي، چې ګډوډي شي او دا مهال “کليوال پوهان” وزيران شي او د وزيرانو ډرپل زامن سوال ته لاس اوږد کړي.

حقيقت دادى، چې متعادله او عادله ټولنه هغه ده، چې د مساوات قانون پرې واکمن وي؛ هغه ټولنه، چې ټولو وګړيو ته مساوي امکانات چمتو کړي او دويم داچې په عدالت وچلېږي، داسې ټولنه تل بايد داسې وي، چې با استعداده کليوال وکړاى شي پوهان شي او تر پوهې روسته ان د وزارت مقام ته ورسي او تل بايد داسې وي، چې د وزيرانو بې عقله او ډرپل زامن روسته پاتې شي.

مګر په صدر اسلام کې داسې و نه شول؟ مګر د (( و نريد ان نمن على الذين استضعفوا فى الارض و نجعلهم ائمة و نجعلهم)) مصداق واقعيت و نه موند؟ مګر په صدر اسلام کې ډېرى مريان او د مريانو اولاده ستر متقي عالمان نه شول او ستر سيادت ته و نه رسېدل؛ لکه حضرت “عبدالله بن مسعود” (رض). مګر ډېر شتمن شخصيتونه؛ لکه “ابوجهل”، “ابولهب” او “وليد بن مغيره” د ذلت پر خاورو کېنناستل؟

بې طبقې اسلامي ټولنه

څرګنده ده، چې اسلام ټولنيز دين دى او ټولنې ته پر شخصيت، ژوند، مرګ، نېکمرغۍ، بدمرغۍ، مصلحت او فساد قايل دى، پر وګړي د ټولنې مصلحت ته پر لومړيت قايل دى او طبقاتي اميتازات يې له منځه يووړل؛ خو سره له دې د اسلام ټولنيز نظام د وګړيو واقعي امتيازات او حقوق ناليدي نه ګڼي، وګړى له شخصي نظره د ټولنې پر وړاندې ناڅيزه شمېري او د ځينو انديالو په څېر نه وايو، چې وګړى هېڅکاره دى، هر څه چې دي ټولنه ده، ټولنه ذي حق ده نه وګړى، ټولنه اصيله ده نه وګړى.

 څرګنده ده، چې اسلام خصوصي حقوق مني، خصوصي مالکيت مني، وګړي ته پر اصالت او خپلواکي قايله ده، عدالت په دې کې نه ګڼي، چې په ټوليزه توګه وګړى په ټولنه کې له منځه ولاړ شي؛ بلکې عدالت په دې کې ګڼي، چې سلو په سلو کې د بشپړې سيالۍ شرايط چمتو وي او ددې سيالۍ په حکم، چې د فضيلت، مکلفيت او کار په ډګر کې ترسره کېږي، وګړيو ته اختصاصي حقوق ورکړل شي.

البته اړنګ نشته چې اسلام له هغو توپيرونو او امتيازونو سره په کلکه مبارزه کړې، چې په عمل، تقوا، علم او د الله تعالی په لار کې په جهاد پورې اړوند نه وي او دا مبارزه يې نه يوازې په عمل کې کړې؛ بلکې دديني مشرانو کړنلار هم همداسې وه.

د اسلام بې طبقې ټولنه؛ يعنې بې تبعيضه ټولنه؛ يعنې هغه ټولنه، چې موهوم امتيازات پکې بې اعتباره دي؛ نه بې توپيره ټولنه، چې ان امتيازونه، لاس ته راوړنې، وړتياوې او استعدادونه هم پکې په لوى لاس ناليدي کېږي.

د ناهواريو منځ ته وړو ته د رسول الله پام

د رسول الله ژوند، چې لولې؛ نو ګورو، چې د هغو توپيرونو او اړپېچونو منځه ته وړو ته يې ځانګړى پام و، چې سوکه سوکه د خلکو روږد شوي ول او په ((فَاسْتَبِقُواْ الْخَيْرَاتِ=په ښېګڼو كې سيالي وکړئ !)) پورې اړوند نه ول.

د بېلګې په توګه: په غونډه کې به ګرد کېناستل، چې غونډه لاندې او باندې و نه لري او سپارښتنه او ټينګار يې کاوه، چې کله غونډې ته راننوځئ؛ نو په هغه ځاى کې کېنئ، چې تش وي او ځان ته يو ځانګړى ځاى مه ټاکئ او چې په خپله به غونډې ته راننووت؛ نو اجازه يې نه ورکوله، چې څوک ورته له ځايه اوچت شي او که څوک به ورته له ځايه پاڅېدل؛ نو حکم يې کاوه، چې په خپل ځاى کېنه. خوښ نه و، چې پر سورلۍ سور وي؛ خو ترڅنګ يې پلى هم روان وي، پلى يې له ځان سره سوراوه. پر ځمکه کېناسته او په خپله يې اوزه لوشله.

 

د مطلب لنډيز

لنډه داچې د عدالت او مساوات مانا داده، چې هغه ناهموارۍ، لوړې او ژورې بايد له منځه يووړل شي، چې سرچينه يې دودونه، زورمټي (ظلم) او روږدونه وي؛ خو هغه توپيرونه بايد خوندي پاتې شي، چې سرچينه يې وړتيا، استعداد، عمل او کار دى؛ لکه څنګه چې د سيالۍ ډګر ټولو ته هوار او يو شان دى؛ ټولنيز امکانات هم بايد ټولو ته يو شان چمتو شي، بايد ټولو ته په ټولنيزه سيالۍ کې د ګډون شرايط چمتو شي او تر هغه، چې د سيالۍ په ډګر(؛ يعنې ټولنيزو امکاناتو) پورې اړه لري؛ ټول مساوي دي او بايد مساوي وي.

خو په سيالۍ کې يو بل څيز هم شته چې د سيالۍ په ډګر او شرايطو پورې اړوند نه دي او په خپله په سيالانو پورې اړوند دى: يو چابک دى، يو ډنګر دى، يو زيار کښ او يو د سيالۍ لپاره خورا تمرين کړى دى. دا توپيرونه د سيالۍ په پايله کې لاس لري او بايد ناليدي و نه ګڼل شي، بايد درناوى يې وشي او په پايله کې يې مخکې کېدل او شاته کېدل راپېښېږي.

 

عدالت د حضرت علي کرم الله وجهه له نظره

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ[32] =په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او له هغو سره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل، چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه، چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي، چې الله تعالی ته معلومه شي، چې څوك په پټه او له استازيو سره يې مرسته كوي؛ په رښتيا الله تعالی غښتلى ناماتى دى. ))

((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ[33]= په حقيقت كې الله تعالی پر عدل او نېكۍ كولو او د خپلوانو (د حق) پوره کولو امر كوي او له ناوړو چارو او بدو او ظلم منع كوي، تاسې ته نصیحت كوي، ښايي پند واخلئ. ))

دواړه آيتونه د عدالت په هکله دي او پر عدالت سربېره په هر آيت کې نور مطالب هم شته.

لومړى آيت د آسماني اديانو ټوليزه موخه د عدالت پلي کول ګڼي او دويم آيت عدالت د اسلام يو آر او د اسلام روح معرفي کړى دى، وايي: په حقيقت كې الله تعالی پر عدل او نېكۍ كولو او د خپلوانو (د حق) پوره کولو امر كوي او له ناوړو چارو او بدو او ظلم منع كوي.

پردې سربېره، چې د عدل او احسان خبره په قرآن کريم کې په بېلابېلو ځايونو کې راغلې، د اسلام او مسلمانانو په تاريخ کې هم اوږد څپرکى لري او داچې عدالت د اسلام يو آر دى؛ نو ويينه پرې پکار دى.

الهي چارې پر عدل ولاړې دي

د دين اصول پينځه دي: “توحيد”، “نبوت”، “معاد”، “امامت” او عدل. امامت او عدالت په شيعه مذهب کې د دين اصول ګڼل کېږي او کله ورته د مذهب دوه آرونه وايي، چې البته مراد يې دادى، چې ددې مذهب د اسلام پوهنې او مشرانو له نظره، عدل او امامت هم د دين اصول دي.

حضرت علي کرم الله وجهه د عدالت د لارې شهيد

حضرت علي کرم الله وجهه د عدالت، لورنې، مينې او احسان بېلګه و. د عدالت د لارې د شهيد، په ګوزار خوړلو شهید شو او دا ګوزار يې د عدالت او له انساني حقوقو په دفاع کې وخوړ، چې دې ګوزار د حضرت علي د ژوند کړاوونو ته هم د پاى ټکى کېښود؛ دې ګوزار خو حضرت علي ددې دنيا له غمه خلاص کړ؛ خو نړۍ يې تر قيامته ددې عادل په وير کې کړه، چې که حکومت يې لږ نور دوام موندلاى و؛ نو د ځلانده اسلامي ټولنې بشپړه بېلګه به يې جوړه کړې واى.

چې حضرت علي (کرم الله وجهه) پر سر ګوزار وخوړ؛ نو و يې ويل: ((مثال مې د هغه تږي دى، چې په تپه تياره کې په ناپايه بېدیا کې په اوبو پسې ګرځي او ناڅاپه اوبه پيدا کړي. تل مې له خدايه غوښتل، چې په بستره کې و نه مرم او د الله تعالی په لار کې ومرم، دا زما هيله وه، چې ور ورسېدم: “وما کنت الا کفارب ورد و طالب وجد. “[34]))

کوم عدالت د حضرت علي (کرم الله وجهه) د مرګ لامل شو؟

آيا د حضرت علي عدالت يوازې اخلاقي عدالت و او يوازې د مُلا امام، قاضي او د طلاق د شاهد په څېر عادل و. داسې عدالت خو د چا د مړينې نه لاملېږي؛ بلکې د شهرت او محوبيت لامل دى.

هغه عدالت، چې د حضرت علي وژونکى ګڼل کېږي، په حقيقت کې د هغه ټولنيزه فلسفه او د اسلام په ټولنيز عدالت کې د هغه ځانګړى تفکر و او خورا ټينګار يې درلود، چې يوازې همدا د اسلام د ټولنيز عدالت او د اسلام د ټولنيزې فلسفې غوښتنه ده.

هغه يوازې عادل نه و؛ بلکې عدالت غوښتونکى هم و، عادل او عدالت سره توپير لري؛ لکه څنګه چې ازاد او ازادي غوښتونکى توپير لري؛ يو څوک ازاد دى؛ يعنې پخپله مطلقاً ازاد انسان او بل ازادي غوښتونکى دى؛ يعنې د ټولنې د ازادۍ پلوى دى او ازادي يې موخه او ټولنيز فکر دى. علم هم همداسې دى: يو کس په خپله عالم وي او بل پردې سربېره، چې عالم دى، د علم او ليک لوست د خورېدو پلوى هم دى. همداسې عدالت هم دى: يو څوک په خپله عادل وي او بل عدالت غوښتونکى وي او عدالت يې ټولنيز فکر دى. يو څوک صالح دى او بل سمونپال دى.

قرآن حکيم وايي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ[35]= مؤمنانو!په انصاف پوره ټينګ درېږئ))؛ يعنې عدالت پلي کول، چې دا له دې توپير لري، چې انسان په خپله عادل وي.

جود ښه دى که عدل؟

يو چا حضرت علي (کرم الله وجهه) وپوښت: “جود” ښه دى که عدل؟ حضرت علي وويل: عدل تر جود غوره دى؛ ځکه عدل هر څيز په خپل ځاى کې ږدي او هر حق خپل واقعي حقوال ته ورکوي؛ خو جود او بخشش چارې او بهيرونه له خپل ځاى او کړۍ بهر باسي. جود دادى، چې انسان له خپل څرګند حقه، هغه انسان ته تېر شي، چې حق يې نه دى او ور و يې بښي؛ نو “جود” څيزونه له خپل ځايه بېځايه کوي او بل داچې عدالت د عمومو سايس او اداره کوونکى دى او د عمومي ژوند د آرونو او قوانينو بنسټ دى؛ خو “جود” او “بخشش” يو استثنايي حالت دى، چې په ځانګړي حالت کې يو څوک له بل سره جود او سرښندنه کوي. [36]))

جود او سرښندنه د عمومى ژوند اریز بنسټ نه دي او پر بنسټ يې قوانين نه شو ټاکلی او که “جود”، “سرښندنه” او “احسان” په قانون کې ونغښتل شي؛ نو بيا ورته جود او احسان ويلاى نه شو او په اصطلاح، تر شتونه يې نشتون غوره دى.

جود او سرښندنه هغه مهال وي، چې حتمي قوانين و نه لري او انسان يې يوازې د خپل ښه سړيتوب، انسانيت، انسان دوستۍ او له ژوند سره د مينې له لامله کوي؛ نو عدل تر جود غوره دى. (دا د عدل د غوره والي لپاره د علي مرتضى (کرم الله وجهه) ځواب و. )

 هغه انسان داسې ځواب نشي ورکولاى، چې ټولنيز فکر و نه لري او په وګړيزو کچو هر څه کچوي او نه وايي، عدل تر “جود” غوره دى او حضرت علي (کرم الله وجهه) په خپله دې خبره، عدل ته په ټولنيزه سترګه ګوري او په ټولنيزو کچو يې تلي او دا د هغه چا خبره ده، چې رڼه ټولنيزه فلسفه لري.

عدل او “جود” د وګړيزو اخلاقو له ليد لوري

د اخلاقو علماوو، جود تر عدله اوچت ګڼلى؛ خو حضرت علي (کرم الله وجهه) په څرګندو دليلونو وايي، چې عدل تر “جود” غوره دى.

البته دا دوې څرګندونې له دوو ګوټونو او ليدلوريو دي. که له وګړيز او وګړيزو اخلاقو له اړخه وروليدل شي؛ نو “جود” تر عدله غوره دى. د اخلاقي فضايلو له نظره، د “جود” او سرښندنه فضايل تر عدله لوړ دي؛ ځکه عادل انسان ددې لپاره، چې د ګړيزو اخلاقو له نظره عادل دى؛ نو د انساني کمال په دې برید کې د نورو پر حق بريد نه کوي، د چا پر مال خېټه نه اچوي او د چا ناموس ته لاس نه غځوي؛ خو هغه چې “جود” او سرښندنه کوي؛ نه يوازې د چا مال ته لاس نه غځوي؛ بلکې خپل ګټلي نورو ته هم بښي.

عدل او جود له ټولنيز اړخه

 

خو د ټولنيز ژوند له نظره څنګه؟

په ټولنه کې عدل د ودانۍ د ستنو مثال لري او له ټولنيز نظره احسان د ودانۍ رنګ او ښکلا ده. لومړى بايد ستنې جوړې شي، کور پرې جوړ شي، بيا روسته، د رنګ او ښکلا وار راځي. که د کور ستنې پیاوړې وي؛ نو په بې رنګه کور کې هم ژوند شونى دى. کېداى شي يوه ودانۍ ښه رنګ او ظاهر ولري؛ خو ستنې او بنسټ يې کمزورى وي او په يو باد، زلزلې يا باران ړنګ شي.

همدا بښنې، احسانونه او سرښندنې، چې په يو وخت کې ګټور او ښه وي او د بښونکي له نظره لوړه ښېګڼه ګڼل کېږي؛ خو د اخستونکي له نظره ښېګڼه نه ده. بېځايه او بې حسابه مرستې، صدقې او اوقاف، چې له هرې ټولنې سره وشوې؛ نو د سيلاب او نېز په څېر، ټولنه له منځه وړي او ټولنه تمبله او فاسد اخلاقه روزي.

قرآن حکيم وايي: ((مَثَلُ مَا يُنفِقُونَ فِي هِـذِهِ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَثَلِ رِيحٍ فِيهَا صِرٌّ أَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُواْ أَنفُسَهُمْ فَأَهْلَكَتْهُ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللّهُ وَلَـكِنْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ[37]= څه چې كافران په دنيوي ژوند كې ( له پېغمبر سره د دښمنۍ په لار كې لګوي) هغه سوځنده باد ته ورته دي، چې د هغو خلكو پر فصلونو ولګي، چې پر ځانو يې تېرى كړى ( او بې وخته يې كرلي وي) الله تعالی پرې تېرى نه دى كړى؛ بلكې هغوى پخپله پرخپل ځان تېرى كوي. ))

ټولنه په مرستو، بښنو او احسانونو نه سمبالېږي. عدل د ټولنې د سمبالنې بنسټ دى. بېځايه او بې حسابه مرستې او بښنې ټولنه له کړۍ باسي.

حضرت امام سجاد وايي:

((ډېرى خلک ځکه فاسد شول، چې يوازې ستاينه يې وشوه، ډېرى خلک ځکه مغرور شول، چې له نيمګړتياوو يې سترګې پټې شوې او نيوکه پرې و نه شوه او ډېرى ځکه غافل شول، چې مرستې او احسان به ورسره کېده او له دې لارې يې ژوند کاوه.[38]))

دا د حضرت علي (کرم الله وجهه) د وينا مراد دى، چې وايي: ((عدل هر بهير په خپل کړۍ کې کوي؛ خو “جود” او احسان هر څه له خپلې اریزې کړۍ باسي. ))

د “جود” او “احسان” توپير

“جود” او احسان په مانا کې سره نږدې دي. په قرآن کريم کې عدل، د احسان قرين ياد شوى دى: ((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ. )) داچې په قرآن شريف کې راغلي: ((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ))؛ نو عدل غوره دى که احسان؟

البته “جود” او احسان سره نږدې دي؛ خو يو شان نه دي؛ ځکه احسان تر جوده عمومي دى؛ هم مالي بخششونه رانغاړي او هم نورې نېکۍ کول. د مثال په توګه: که د يو کمزوري لاس ونيسئ او له واټه هاخوا يې تېر کړئ؛ نو “جود” مو نه دى کړى، احسان مو کړى او که ناپوه مو پوه کړ؛ نو احسان مو کړى؛ نه “جود”.

عدالت؛ ټولنيزه فلسفه

له دې خبرې مې مطلب دادى، چې حضرت علي (کرم الله وجهه) عدل ته په وګړيز اړخ کتل، که ډېرى يې ټولنيز اړخ ته پام و؟

 څرګنده ده، چې ټولنيز اړخ ته يې ډېر پام و او په خپله واکمنۍ او خبرو کې يې وښووله، چې عدل يې ستر اسلامي آر ګاڼه او تر هر څه يې غوره او اوچت ګاڼه او سياست يې د عدل پر بنسټ و او دا يوازېنى چار و، چې خورا ستونزې يې ورته رامخ ته کړې.

حضرت علي[39] (کرم الله وجهه) وايي:

وْلاَ حُضُورُ الْحَاضِرِ وَقِيَامُ الْحُجَّةِ بِوُجُودِ النَّاصِرِ وَمَا أَخَذَ اللهُ عَلَى العُلَمَاءِ أَلاَّ يُقَارُّواعَلَى كِظَّةِ ظَالِمٍ، وَلا سَغَبِمَظْلُومٍ، لاَلقَيْتُ حَبْلَهَا عَلَى غَارِبِهَا وَلَسَقَيْتُ آخِرَهَا بِكَأْسِ أَوَّلِها،

د تشويش څرګندول او غاړه خلاصول

حضرت علي (کرم الله وجهه) د خپل خلافت پرمهال داسې کړنلار درلوده، چې اجازه يې نه ورکوله، د خلکو حقوق ولتاړل شي او هغه حقوق يې خپلو خاوندانو ته راستنول، چې ترې مخکې لتاړل شوي ول او پوهېده، چې په دې لار کې به ورته کومې ستونزې رامخ ته کېږي؛ نو په شک او تشويش يې د خلافت چارې ومنلې او له هغو خلکو سره يې بيعت وکړ، چې ورغلي ول، و يې ويل: (( د عونى و التمسوا غيرى، فانا مستقبلون امرا له وجوه و الوان لا تقوم له القلوب ولا تثبت عليه العقول، ما پرېږدئ او په بل پسې ولاړ شئ، ناثابته او رنګارنګه راتلونکې په مخ کې ده او د هغو دندو د برياليتوب هېڅ ډاډ نشته چې اسلام راته پر اوږو کړي، کږلېچونه په مخ کې دي، زړونه ثابت نه پاتېږي او افکار څپڅپاندېږي او همدا تاسې، چې اوس راغلي ياست، چې کله مو وليدل لار سخته ده؛ نو شونې ده، له نيمې لارې راستانه شئ. (و ان الآفاق قد اغامت و المحجة قد تنکرت)، څنډې وريځو نېولي او لمر په وريځو کې پټ دى، ځینې چارې شوي او تثبيت شوي دي، د اسلام په دې لنډ تاريخ کې ځینې کسان د بوتانو په څېر شوي او کړنلار بدلول يې خورا ستونزمن چار دى.

بيا پر هغو خلکو خپله غاړه خلاصوي، چې بيعت اخستو ته ورغلي، وايي: ((واعلموا انى ان اجبتکم رکبت بکم ما اعلم[40])) پوه شئ دا بلنه مې، چې ومنله؛ نو په خپله پوهه او کړنلار به چلېږم او د چا خبرې او سپار‌ښتنې ته به غوږ نه ږدم. هو ! که ما پر خپل حال پرېږدئ او د چار واګې را پرغاړه نه کړئ؛ نو معذور يم او د پخوا په څېر به سلاکار يم.

د حضرت عثمان (رض) قطايع

د هغو ځمکو په هکله، چې د عامه مسلمانانو دي او حضرت عثمان (رض) شخصي کړې وې، و يې ويل: ((والله لو وجدته قد تزوج به النساء و ملک به الاماء لرددته)) پر الله تعالی قسم ! هغه ځمکې به ترې بېرته واخلم، چې د خلکو دي او عثمان ده او هغه ته ورکړي، که څه، د خپلو ښځو مهر کړى يې وي او يا يې وينځې پرې پېرلې وي.

تېر یې هېر نه کړل

د حضرت علي (کرم الله وجهه) خلافت ته خورا ستونزې رامخې ته شوې او اریزه خبره دا وه، چې پخوانۍ خبرې يې راسپړلې او نه يې ويل، چې تېر په هېر او ويل يې چې پر خراب، کوږ او روست بنسټ ستره او ښکلې ماڼۍ نشي جوړېداى.

د عدالت پراخه نړۍ او د ظلم تنګه نړۍ

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: يوازې عدالت دى، چې ټول راضي کولاى شي. عدالت يوازېنى ظرفيت دى، چې د ټولو رضايت په ځان کې رانغاړلى شي. که څوک د کږلارۍ او حرص له لامله پر خپل حق او بريد قانع نه وي او په حق قناعت پرې زور راوړي؛ نو ظلم به پرې ډېر دباو راوړي.

ځکه د انسان پر اروا دوه ډوله دباو راځي: يو هغه دباو، چې ټولنه او چاپېريال يې راوړي. يوه ټېله، چې بل انسان يې ورکوي، کوړه ده، چې نور به پرې وهي او هغه زندان دى، چې نور به دې پکې غورځوي او بل ډول هغه دباو دى، چې له دنننه پر انسان راځي؛ لکه د کينې دباو، د غچ اخستنې دباو، د حرص او تمې دباو.

که ټولنيز عدالت پلى شي او د بهرني لاملونو له لامله خونديېنه رامنځ ته شي؛ نو په دې حال کې، يو انسان هم د بل انسان پر حق خېټه نشي اچولاى؛ نو له دې اړخه يې څوک پر اروا زور او دباو نشي راوړاى؛ خو که عدالت نه و او لوټنه او ظلم و؛ نو د هغوى به تمه نوره هم ډېره شي، چې د حرص او تمې تر دباو لاندې وي.

ابن ابي الحديد شافعي وايي: خلک د حضرت عثمان (رض) تر وژل کېدو روسته په جومات کې راټول شوي ول، چې وويني د خلافت چارې کوم ځاى ته رسي او داچې بې له علي (کرم الله وجهه) څوک نه و، چې د خلافت لپاره ورته د خلکو پام وي، بلخوا ځينې ول، چې په اسلام کې د حضرت علي پر مخينه او شخصيت يې رسمي خبرې کولې؛ نو خلکو په خورا لېوالتيا له حضرت علي (کرم الله وجهه) سره بيعت وکړ.

مهم اخطار

پر دويمه ورځ د جومات ممبر ته وخوت او پر خپلو پرونۍ خبرو (چې په مخکنيو مخونو کې مو وويل) يې رڼا واچوله، و يې ويل: الله تعالی په خپله پوهېږي، چې زه د خلافت له چارو سره ددې لپاره مينه نه لرم، چې واک او ځواک مې په لاس کې وي. له رسول الله مې اورېدلي: (( تر ما روسته چې هر چا د خلافت چارې په لاس کې واخستې؛ نو د قيامت پر ورځ به يې د صراط پر پله دروي او پرښتې به يې کړنليک پرانځي؛ که پر عدالت چلېدلى وي؛ نو الله تعالی به يې د همدې عدالت په پار وژغوري او که په عدالت نه وي چلېدلى؛ نو د صراط پل به و خوځېږي او د دوزخ تل ته به يې ورګوزار کړي. ))

بيا يې په کيڼ او ښي لوري کې ناستو کسانو ته وکتل، و يې ويل: ((هغوى چې په دنيا کې ډوب دي، ځمکې، شتمنۍ، ويالې، بڼونه او ګل اندامې وينځې لري؛ نو سبا مې، چې دا هر څه ترې واخستل او بيت المال ته مې ورکړل او هر چا ته به يې د خپل حق هومره ورکوم؛ نو بيا دې څوک ګيله و نه کړي، چې علي وغولولو، چې پخوا يې يو څه ويل او اوس بل څه وايي، علي راغى او موږ يې له خپلو شتمنيو بې برخې کړو. له همدا اوسه مې درته خپله کړنلار روښانه کړه او ټول دې خبر وي. ))

ځينې، چې ځان ته پر امتياز قايل ول او تورن هم ول؛ نو دليل يې دا و، چې موږ له رسول الله سره د ناستې پاستې او مصاحبت حق لرو او د اسلام په لار کې مو خورا زحمتونه ګاللي دي. حضرت علي (کرم الله وجهه) داسې کسانو ته وويل: ((له فضيلت، مصاحبت او په اسلام کې له مخينې مو منکر نه يم؛ دا هغه څيزونه دي، چې اجر يې له الله تعالی سره دى؛ خو ددې جوازېداى نشي، چې ستاسې او نورو ترمنځ پر توپير قايل شو. ))

د څنډې کېدو او پلمو پيلامه

هغوى چې د حضرت علي (کرم الله وجهه) تر حکم لاندې راتلل، راټول شول او “وليد بن عقبة” يې استازى وټاکه. استازي حضرت علي (کرم الله وجهه) ته وويل: اباالحسنه! د رسول الله پرمهال دې په جګړو کې زړه راته خوړين کړى او په موږ کې دې خورا وژلي دي؛ خو موږ به تېر په هېر کړو او بيعت به درسره وکړو؛ خو په دوو شرطونو: تېر به هېر کړې او څه چې شوي، کار به پکې نلرې او تردې روسته چې دې څنګه خوښه وي، هماغسې کوه او دويم داچې د حضرت عثمان (رض) وژونکي، چې اوس ازاد ګرځي، موږ ته يې راوسپارې، چې قصاص يې کړو او که يو يې هم نه منې؛ نو موږ مجبورېږو، چې په “شام” کې له حضرت معاوية بن ابي سفيان” سره يو ځاى شو.

حضرت علي وويل: پخوانۍ وينې د شخصي کينې له لامله تو یې شوې نه دي، د ګروهې او مسلک اړپېچ و، موږ د حق لپاره جنګېدو او تاسې د باطل لپاره او حق پر باطل لاسبر شو او که تاسې نيوکه لرئ او د وينې بيه غواړئ؛ نو ولاړ شئ او له حقه يې وغواړئ؛ ځکه حق و، چې باطل يې ځپلى او له منځه يې وړى او را به شو ستاسې دې خبرې ته چې تېر به هېر کړې او له تېرو سره به کار نه لرې؛ نو دا چار زما په واک نه دى؛ هغه دنده ده، چې الله تعالی پرې ګومارلى يم او د حضرت عثمان (رض) د وژونکيو خبره: که ما خپله دنده ګڼله، چې قصاص يې کړم؛ پر هماغه پرون مې قصاصول. ))

وليد د حضرت علي خبرې ملګرو ته وکړې؛ نو هغوى هم د علي (کرم الله وجهه) پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ.

د ملګرو غوښتنه

د حضرت علي (کرم الله وجهه) ملګري، چې له خبرو او بهيرونو خبر شول، چې ځينو ډلګۍ جوړې کړي او د حضرت علي خلافت تخريبوي؛ نو حضرت علي ته يې وويل: ځکه يې ډلګۍ جوړه کړې او مخالفتونه کوي، چې ته پر مساوات او عدل ټينګار کوې او ان د حضرت عثمان د وژونکيو غوښتل هم يوازې پلمه او سرپوښ دى او په دې خبره غواړي خلک درپسې راپاڅوي، که شونې وي؛ نو په هوډ کې دې نوې کتنه وکړه.

حضرت علي (کرم الله وجهه) ولاړ او په جومات کې يې وويل: د هغه الله تعالی شکر کوم، چې زموږ پالونکى او معبود دى، ډېر ښکاره او پټ نعمتونه يې راکړي او ټول نعمتونه يې منت دى، چې پر موږ يې ايښي، بې له دې چې موږ له ځانه واک ولرو. تر ټولو غوره هغه دى، چې غوره عبادت يې وکړي، د الله تعالی د استازي پر سنتو غوره او تر ټولو ډېر عمل وکړي. د الله تعالی کتاب؛ يعنې قرآن کریم راژوندى کړي. زه هېچا ته پر هېچا پر غوراوي قايل نه يم؛ خو د تقوا هومره يې. قرآن کریم شته او د رسول الله سنت مو په منځ کې دي، چې بنسټ يې عدالت او مساوات دى او ټول له دې خبرې ښه خبر دي؛ خو هغوى چې ځان تېر باسي او په زړه کې يې خيرى وي او بيا يې دا آيت ولوست.

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ[41]= خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د الله تعالی پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا، الله تعالی پوه (او) خبر دى. ))

دا آيت يې ځکه ولوست، چې و يې پوهوي، ددې آيت په لاسوند مو امتيازات لغو کوم.

د اموالو مصادره

ابن ابي الحديد شافعي ددې غونډلې: ((ځمکې به ترې بېرته واخلم که څه، د ښځو مهر کړى يې وي او يا يې پرې وينځې پېرلې وي)) په شرح کې ليکي: ((لکه څنګه يې چې ويلي ول؛ نو ټول اموال يې ضبط کړل؛ خو هغوى چې د اسلامي خلافت له ولکې وتښتېدل. ))[42]

په دې ترڅ کې حضرت “عمروعاص” حضرت معاويه بن ابي سفيان ته ليک وليکه او پکې يې کښلي ول:

 ((چې څه دې له لاسه کېږي، و يې کړه؛ ځکه د ابوطالب زوى به راټول کړي څيزونه داسې درنه واخلي؛ لکه څنګه چې د کونټۍ له لرګي پوټکى ايستل کېږي. [43]))

خپل عدالت يې وواژه؟

خپل عدالت ووژاه؛ مانا يې داده، چې د حضرت عثمان (رض) غچ اخستل او د اسلام د وخت جګړې يوازې پلمې وې؛ اریزه خبره د ټولنيز عدالت پلي کول ول، په تېره، حضرت علي (کرم الله وجهه) قانع نه و، چې تېر په هېر کړي او له اوسه خپل کار، له سره پيل کړي او ويل يې: (( ان الحق القديم لا يبطله شىء. ))

حضرت علي او د خلافت له نومه ګټنه

حضرت علي (کرم الله وجهه) نه ځان او نه نورو خپلوانو ته ددې اجازه ورکوله، چې د خلافت له نومه ناوړګټنه وکړي. که په بازار کې يې هم څه پېرل؛ نو له هغه هټيواله يې پېرل، چې يې نه پېژانده، دا اميرالمؤمنين دى؛ ځکه نه يې غوښتل، د خليفه توب له لامله یې لحاظ وشي.

ټولنيز منصبونه د هغه چا له نظره، چې واقعاً خپله دنده تر سره کوي او نه غواړي له خپل نومه ګټنه وکړي؛ نه ښايي وويل شي، حق دى؛ بلکې بايد وويل شي، مکلفيت دى. حق او مکلفيت توپير لري. حق؛ يعنې ګټنه او مکلفيت؛ يعنې دنده. که موږ له ټولنيز منصبونو ناوړګټنه لرې کړو؛ نو ګورو به چې بيا د حق نوم نه شو ورکولاى، بايد د مکلفيت نوم ورکړاى شي. د مکلفيت او حق په باب مثال: عسکري مکلفيت دى، نه حق؛ نو وايو د عسکرۍ عسکر او نه وايو د عسکرۍ حق.

که له عنوانو ناوړګټنه ونشي او واقعاً عمل پرې وشي؛ نو څرګندېږي، چې دا ټول مکلفيت دى نه حق.

د مکلفيت شرايط هم د حق له شرايطو سره توپير لري. حضرت علي (کرم الله وجهه)، چې له خلافته ناوړګټنه نه کوله؛ نو خلافت او حکومت ورته مکلفيت و، نه حق او که وغواړو له يو مکلفيت او دندې ناوړه او نامشروع ګټنه وکړو؛ نو پر هر مکلفيت په غلطه د حق نوم ايښوواى شو.

که له لمانځه _چې سل په سلو کې دنده ده_ ناوړګټنه وشي او د چا د ژوند سمبالولو سرچينه شي؛ نو ددې سړي له نظره لمونځ کول يا د جماعت امامت حق دى؛ نه مکلفيت او کېداى شي له سترو حقونو ځنې وي؛ خو حقيقت داسې نه دى.

چې حضرت علي (کرم الله وجهه) وينو، ان چمتو نه دى، دومره د خلافت له نومه ناوړګټنه وکړي، چې کله څه پېري؛ نو له هغه هټيوال يې پېري، چې نه يې پېژني، چې د خلافت د منصب په پار يې تر نورو ارزان پرې و نه پلوري.

 بايد ووايو، خلافت هم مکلفيت دى؛ نه حق او هغه مکلفيت دى، چې پورته ترې بل مکلفيت نشته؛ بلکې تر مکلفيت هم پورته دى او رياضت دى.

په تودو ورځو کې به له “دارالاماره” بهر راووت او تر سيوري لاندې به کېناسته چې هسې نه کوم مراجعه کوونکى، په توده هوا کې وکړېږي. په واقع کې دا رياضت او خورا سخت مکلفيت و.

په يو ليک کې “قثم بن عباس” (د حجاز والي) ته ليکي:

وَاجْلِسْ لَهُمُ الْعَصْرَيْنِ فَأَفْتِ الْمُسْتَفْتِيَ، وَعَلِّمِ الْجَاهِلَ، وَذَاكِرِ الْعَالِمَ، وَلاَ يَكُنْ لَكَ إِلَى النَّاسِ سَفِيرٌ إِلاَّ لِسَانُكَ، وَلاَ حَاجِبٌ إِلاَّ وَجْهُكَ.

مالک اشتر ته ليکي: د وخت يوه برخه دې هغوى ته ځانګړې کړه، چې درته اړين دي، چې پخپله يې چارو ته ځان ورسوې او په عمومي غونډو کې ورسره کېنه او د هغه الله تعالی پر وړاندې عاجز وسه، چې ته يې پيدا کړى يې او ساتندويان دې يوې خوا ته کړه، چې بې تشويشه خپلې خبرې درته وکړي. ما څو ځل له رسول الله اورېدلي چې: ” هغه ملت به و نه ژغورل شي، چې بې له کوم تشويش او پلمې د بېوسيو حق له زورورو وانخلي. ” نو په حوصله او زغم يې ځيږې خبرې واوره، سينه تنګي او ځانمني يوې خوا ته کړه، چې الله تعالی درباندې د پېرزوېنې ورونه پرانځي او د اطاعت بدله دې درکړي او که څه خلکو ته ورکوې؛ نو داسې يې ورکوه، ته وا خوند درکوي او که څه ترې ايساروي؛ نو بايد منع دې له مهربانۍ او بښنې سره مل وي. [44]))

شيخ سعدي په همدې مضمون په بوستان کې يو شعر لري:

تو کى بشنوى ناله دادخــــــــــــــواه به کيـــــوان برت کله خوابگاه

چنان خسب کآيد فغانت به گوش اگر داد خواهي بر آرد خروش

 

په اسلام کې د عدل آر

 

له اسلامي عدله د مسلمانانو د کږېدو آریز لامل

پوښتنه اوڅارېږي: سره له دې چې په اسلام کې دومره پر عدل سپارښتنه شوې؛ خو عمل پرې نه دى شوى او دومره وخت لا تېر نه و، چې په اسلامي ټولنه کې ډول ډول بې عدالتۍ او تبعيضونو رامنځ ته شول، لامل يې څه دى؟

ځواب: عدالت ناوړه تفسير او توضيح شوى دى.

ښه او لوړ قانون بايد په لومړۍ درجه کې ښه تفسير شي او په دويمه درجه کې بايد ښه پلى او تنفيذ شي؛ که ښه تفسير نشي او هغوى يې چې پلي کول غواړي، ګټه به نه لري؛ ځکه هغسې به يې پلى کوي، چې تفسير شوى دى.

هغوى چې په اسلام کې له دې آره منکر شول،ناوړه نيت يې نه درلود او يوازې د سرسري او متعبدانه فکر کولو له لامله يې مسلمانان دې ورځې ته راورسول؛ نو دا و، چې اسلام يې پر دوو مصيبتونه اخته کړ:

يو په پلي کېدو او تنفيذ کې د ناوړه نيت مصيبت، چې په هماغه ړومبيو کې دا چار وشو، چې د خلافت څرخ پر خپل چورلیځ واقع نه شو او عرب ته يې پر ناعرب او قريش ته يې پر ناقريش غوراوى ورکړ او يو شمېر ازاد پرېښوول شوي ول، چې له بيت الماله برخمن شي او نور ترې بې برخې ول؛ نوځکه حضرت علي(کرم الله وجهه) په خپل خلافت کې د همدې نادودو د سمولو لپاره راپاڅېد، چې د همدې پاڅون په لار کې شهيد هم شو او ورپسې همدې کږلارۍ، د حضرت معاوية بن ابي سفيان او نورو خلفاوو پرمهال زور واخست.

بل مصيبت د هغو رغي فکر کوونکيو او متعبدانو له اړخه جوړ شو، چې کاږه واږه تفسيرونه يې وکړل، چې اغېزې يې تر اوسه شته.

کلامي جرړه

دا ټولنيز آر يو کلامي جرړه هم لري. د کلام علم د دويمې پېړۍ په نيمايي کې راپيداشو؛ ځينې د دين په آرونو، توحيد، د الله تعالی په صفاتو او د معاد په اړوند چارو کې پر ويينه بوخت شول، چې “متکلمين” نومېدل.

داچې ولې “متکلمين” ورته ويل کېږي، تاريخپوهانو ورته لاملونه ويلي دي. ځينو ويلي: لامل يې دا و چې تر ټولو مهم چار، چې د دوى ذهن يې بوخت کړى و، د قرآن مجيد د حدوث او قدم ويينه وه، چې کلام الله دى.

ځينو ويلي: دوى په خپله دا نوم د منطق (چې هغه مهال نوى پيدا شوى و) پر وړاندې پر ځان ايښى و، کلام؛ يعنې وينا. ځينو ويلي: ځکه متکلم ورته ويل کېږي، چې يو له بل سره به يې ډېره مجادله او مباحثه کوله. هر څه چې وو، داسې يوه ډله راپيدا شوه.

الهي عدل

“الهي عدل” يوه مسله وه، چې د کلام په علم کې ويينه پرې وشوه، چې آيا الله تعالی عادل دى که نه؟ دې چار خورا اهميت وموند او ډېرى څانګې يې پيدا کړې، چې قهراً لمن يې د ټولينز عدالت آر ته راورسېده، چې موږ هم ويينه پرې لرو.

دې چار د “کلام الله” تر “حدوث” او “قديم والي” هم خورا ارزښت پيدا کړ، چې ډېرې وينې ورته تو یې شوې وې.

متکلمين د “الهي عدل” د نفې او اثبات پر بنسټ دوه څانګې شول: “عدليه” او “غير عدليه”. عدليه؛ يعنې د الهي عدل پلويان او غير عدليه؛ يعنې له الهي عدله منکران.

شيعه متکلمين عموماً له عدليه وو ځنې دي او له همدې اړخه له پخوا دود شوه، چې شيعه ووايي: د دين اصول پينځه دي: ” توحيد”، عدل، “نبوت”، “امامت” او “معاد”؛ يعنې د شيعي اسلامپوهنې له نظره، د اسلام اصول پينځه دي.

د الهي عدل په چار کې په دوو برخو کې ويينه وشوه: يو داچې آيا د نړۍ غونډال/ غونډال او تکوين، له اسمانه تر ځمکې، له جماد، نبات او حيوان او له دنيا نه تر آخرته، له عدالت سره اړخ لګوي او د عدل پر بنسټ دي او په غونډال او غونډال کې پر هېڅ موجود ظلم نه کېږي او دا نړۍ پر عدل ولاړه ده؟ آيا (( بالعدل قامت السموات والارض)) يا داچې د الله تعالی اراده او مشيت مطلق دى او هېڅ څه يې اراده محدودولاى نشي؛ فعال ما يشاء ((يَفْعَلُ مَا يَشَاء[45])) او ((يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ[46])) غونډال يې د يوې تلې، قاعدې او قانون تابعېداى نشي، څه چې هغه کوي عدل دى؛ نه داچې هغه کوي، چې د عدل غوښتنه ده.

آيا الله تعالی به د قيامت پر ورځ د عدل پر موازينو چلېږي او په حساب به ځينې دوزخ او ځينې جنت بوځي که داسې نه ده؟

ددې پوښتنې ځواب يې داسې ورکړ: داسې نه ده؛ هېڅ قانون او ناموس نشي کړاى، د حق پر فعل واکمن شي، هر قانون او ناموس د هغه د فعل او امر تابع دي، عدل او ظلم هم د الله تعالی د فعل تابع دي. که الله تعالی مطيع دوزخ ته او ګناهګار جنت ته بوځي؛ نو داچې هغه کړي؛ نو عدل دى.

د هغه اراده او فعل د يو قانون تابع او خاضع نه دى او ټول قوانين او موازين د هغه د ارادې تابع دي.

دا د عدل آر، په هکله يوه برخه وه، چې د نړۍ په غونډال او نظم پورې اړوند وه، چې آيا له عدل سره اړخ لګوي که نه؟

بله برخه يې د نظام تشريع په اړه ده او په ديني احکامو پورې اړوند ده؟

آيا د تشريع نظام، د عدل تابع دى که نه؟ آيا عادلانه ټاکل شوي او هر حکم، د يو حقيقت او مصلحت تابع دى که داسې نه ده؟

د اسلامي شريعت قوانينو ته چې ګورو؛ نو ځینې څيزونه پکې فرض شوي او پرعکس ځینې څيزونه پکې تحريم او منع شوي دي: رښتيا او امانت ساتۍ ته رابلل شوي يو او له دروغو، خيانت او ظلمه منع شوي يو.

اړنګ (شک) نشته چې بالفعل بايد ووايو: د څه امر يې چې کړى؛ نو ښه دى او له څه يې چې منع کړي يو؛ نو بد دي؛ خو داچې ښې چارې ښې دي؛ نو اسلام ورته رابللي يو او بدې چارې بدې؛ نو اسلام ترې منع کړي يو؟ يا داچې اسلام ددې چار حکم کړى؛ نو ښه دى او له هغه بله يې چې منع کړي يو؛ نو بد دى او که پرعکس حکم يې کړى و، که د دروغو او ظلم حکم يې کړى و؛ نو آيا واقعاً ښه کېدل به او که له امانت ساتۍ او عدالته يې منع کړي وو؛ نو دا به واقعاً بدې وې؛ يعنې بدېدې؟

د اسلام شارع لارښوونه کړې، چې بيع حلاله او سود حرام دى. اړنګ نشته چې اوس بيع ښه او سود بد چار دى. آيا اوس بيع په خپل ذات کې په خپله ښه څيز و او بشر ته ګټوره ده او داچې ښه او ګټوره ده؛ نو په اسلام کې حلاله ګڼل شوې؛ خو سود په خپل ذات کې په خپله بد دى او بشري ټولنې ته يې ضرر درلود؛ نوځکه په اسلام کې حرام شوى دى او قرآن حکيم وايي:

((الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ[47]= هغوى چې سود خوري؛ نو په قيامت كې به داسې راپاڅي؛ لكه څوك چې له شيطان سره د تماس له وجهې لېونى شوى وي ( خپل ځان نشي نيولاى، كله لوېږي او كله راولاړېږي ) ))

او يا پرعکس ده. داچې اسلام ويلي بيع حلاله ده؛ نو ښه ده او ربا ځکه بده، چې اسلام ويلي، حرامه ده؟

د حسن و قُبح په هکله د اشاعره و او معتزله و نظريات

اشاعره ګروهن ول که مدعي شوو الله تعالی قبيح چار نشي کړای؛ نو بېوسې مو ګڼلی او دهغه ځواک مو محدود کړی دی. بلخوا معتزله ګروهن ول چې د قبيح چار کول (لکه ظلم، وعده ماتول، پر فحشاوو امر کول، د اصلح پرېښوول او تر وسط پورته مکلف ايښوول او. . . ) له الهي عدل سره ټکر لري او پر کولو يې د الله تعالی نه وسمنېدل لکه د شريک پر خلق نه وسمنېدل دي؛ نوځکه يوې ډلې ددې لپاره چې د الله تعالی مطلقه مالکيت او پاچاهي خوندي وبولي، په هر کار کې يې لاس پرانستی وګڼه او په مقابل کې، بلې ډلې ددې لپاره چې د څښتن تعالی عدالت ټکنی نکړي، سلطنت او مالکيت يې ورمحدود کړ. ددې دواړو روشونو راټول يو ډېر ستونزمن چار ښکارېده.

جلال الدين مولوي چې اشعري مزاجی و، ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې الله تعالی کفر او کافر تقدير کړی او ولې بايد په الهي قضا خوښ اوسو، د څښتن تعالی پر ځواک ډډه لګوي او وايي، دا د ځواک ښوولو لپاره دي؛ ځکه که انځورګر په لوی لاس بدرنګ انځور جوړ کړي؛ نو دا ښيي چې نو موړی پر هر ډول انځور جوړونې لاسبری دی:

قوت نقاش باشد آنکه او

هم تواند زشت کردن هم نکو

زشتی خط، زشتی نقاش نیست

بلکه از وی زشت را بنمودنی است

په شيعي رواياتو کې راغلي چې يو قوم د الله تعالی د عدالت ساتلو لپاره، له خپل سلطنته وايست او يو قوم يې د سلطنت ساتولو لپاره دا د عدالت له مسنده راکوز کړه. اميرالمؤمنين هم په نهج البلاغه کې ويلي، توحيد دا دی چې «ان لا تتّهمه» او عدل دا دی چې «ان لا تتهمه»[48].

که څوک الله تعالی توهم پذير وبولي او د خيال قوه پرې ورچاپېره وګڼي، د څښتن تعالی له توحيد سره يې منافي او په ټکر کې انګېرنه کړې ده؛ ځکه الله تعالی يې محدود کړی او شريک الباري فرض يې نا ممتنع کړی دی. د شريک الباري د وجود امتناع د الله تعالی د ذات تناهي عدم (نشتون) په ښکېل کې ده. بلخوا، د عدل بريد هم دا دی چې الله تعالی تورن ونه ګڼل شي؛ يعنې پر الله تعالی د ظلم حدوث ور ونه تپل شي. خو ظاهراً مخکېنيو ته ددې دوو چارو راټولېدنه شونې نه وه.

اشاعره د خپل نظر ټينګښت ته د الله تعالی په مطلق مالکيت پورې نښتي دي

البته د الله تعالی مطلقه مالکيت او سلطنت له ظلم او بدرنګۍ څخه د څښتن تعالی د ساحت سينګارولو ته ښه متکا وه. يو شمېر متکلمانو (او له دې ځنې ابو حامد غزالي) نه ويل چې ظلم؛ يعنې، د نورو په ملک کې دښمنانه (عدواني) تصرف. او داچې په نړۍ کې بې له الله بل مالک نشته او هر څه او هر ځای يې ملک دی؛ نو پالونکی چې هر څه له خپلو مملوکاتو سره کوي عين عدالت دی او ظلم نه دی. نور له دغسې مقامه او ځکه له دغسې حقه برخمن نه دي؛ ځکه بې له الله څوک د مطلق ځواک، سلطنت او مالکيت درلودونکی نه دی. په همدې دليل انسان د ظلم، تېري، حق لتاړولو او. . . په صفاتو يادېږي؛ خو الله تعالی نه.

د علي کرم الله وجهه څرګندونې د معتزله و له نظر ته ورنژدې برېښي

دا وه په لنډو د ديني متکلمانو شخړه. علي کرم الله وجهه په تېر عبارت کې په متکلمانه ژبه وايي چې الله تعالی په ښو چارو امر درته کړی او له بدو چارو يې نهې کړی يې. له دې ډول وينا په دې اړه د علي کرم الله وجهه کلامي ګروهه موندای شو. علي کرم الله وجهه نه دي ويلي، الله تعالی چې په هر کار امر کوي، دا به نيک وي او له هر کار چې نهې کوي، بد او قبيح دی (او د مولانا په وینا څه چې خسرو کوي، شیرين يې کوي)؛ بلکې اعتزاليانو ته په ورنژدې څرګندونې وايي الله تعالی پر هغه کار امر کړی چې ښه دی او له هغه کاره يې نهې کړې چې بد دی. که څه د افعالو د ذاتي حُسن وقبح خبره يې (لکه چې راروسته دود شوه) رامنځ ته کړې نه ده.

عقلي حسن او قبح

دا ول، چې اسلامي علماء دوې ډلې شول؛ يوه ډله د عقلي حسن و قبح پلوې شوه، و يې ويل: د شارع فرمان، د حسن و قبح او د څيزونو د واقعي صلاح او فساد تابع دى او بله ډله د څيزونو له عقلي حسن و قبحه منکر شول، و یې ويل: د څيزونو حسن او قبح د شرعي احکامو تابع دي.

د عدل او ظلم په هکله هم، چې د خلکو په حقوقو او حدودو پورې اړوند ده او يوه ټولنيزه موضوع ده، دا خبره رامنځ ته شوه.

د “عدليه وو” د نظر له مخې، په واقع او نفس الامر کې يو حق او ذى حق دى او ذى حقتوب او نه ذى حقتوب په خپله يو اقعيت دى، د اسلام د حکم د راتګ تر مخه هم حق او ذى حقتوب و، يو به خپل واقعي حق ته رسېده او يوه به بې برخې کېده او اسلام راغى او خپل احکام يې داسې تنظيم کړل، چې هر حق خپل ذى حق ته ورسي. اسلام خپل احکام د عدالت له مخې تنظيم کړل. عدالت؛ يعنې (( اعطاء کل ذى حق حقه. )) حق او عدالت هغه چار دى که اسلام يې حکم نه وکړى؛ نو بيا به هم په خپله يو حقيقت و او دغسې يې حقيقت کېدل نه.

د دويمې ډلې د نظر له مخې، حق، ذى حقتوب او نه ذى حقتوب او همداراز عدل او ظلم حقيقت نه لري او ددې تابع دي، چې د اسلام شارع څنګه قانون وضع کوي.

ددې ډلې په ګروهه؛ لکه څنګه چې نړۍ له دې امله، چې حق فعل دى او د الله تعالی د مطلقې ارادې او مشيت زوکړه ده؛ نو د هېڅ قانون او قاعدې تابع نه ده، د تشريع نظام هم د هېڅ قانون او قاعدې تابع نه دى او نه د کوم قانون پر وړاندې خاضع دى. څه چې د اسلام قانون ټاکلي؛ حق دي؛ يعنې حقېږي او هر څنګه يې چې وضع کړى، هماغه عدالت دى.

که د اسلام لارښوونه داسې واى، چې خلک زيار باسي او څيزونه جوړوي؛ نو د حق خاوند (ذى حق) نه دى؛ بلکې يو بل وښيي، چې د حق خاوند دى، چې هېڅ زيار يې نه دى ايستلى؛ نو واقعاً به همداسې وه، چې زيارکښ به حقوال نه ول او دا تيار ناست به و !

 

د حسن و قبح د ويينې عملي او ټولنيزې اغېز

شونې ده، چې وويل شي: دا ويينه څه عملي پايله لري؟ دواړه ډلې د موجوده اسلامي قوانينو په هکله ګروهن دي، چې له عدالت او صلاح سره سمون خوري؛ خو يوه ډله ګروهنه ده، چې له پيله حسن، قبح، سمونه، ورانونه (فساد)، حق او ناحق ول او بيا د اسلام شارع خپل احکام د هغوى له مخې تنظيم کړل او بله ډله وايي، چې دا له پېله نه ول او د دين تر احکامو روسته راپيدا شول.

ځينې وايي: حسن، قبح، حق، ناحق، عدالت او ظلم د اسلامي احکامو کچه ده. بله ډله وايي: د دين ددې چارو کچه ده اوس؛ نو څلوېښت که دوه شلې؛ نو پايله يې يوه ده؛ نو د دواړو ډلو علماء، چې اصول او فقهي مسايلو ته راننوتل؛ نو د احکامو پر مصلحت او د يو مصلحت پر بل مصلحت د لومړيت په باب يې ويينې وکړې.

بايد په ځواب کې وويل شي، چې داسې نه ده، د اسلامي احکامو په استنباط کې د عقل او علم لاسوهنه يې مهم عملي اغېز دى. که لومړۍ څرګندونه ومنو، چې واقعي حسن و قبح و، عدالت او حق ول او د اسلام شارع هم دا واقعيات منل؛ نو هرومرو کومو په هغو ځايو سره مخېږي، چې د عقل او علم له څرګند حکم سره، چې د حق غوښتنه څه ده او د عدالت غوښتنه څه ده، سمونه کومه ده، ورانونه کومه ده؛ نو ناچار يو، چې دلته تم شو او عقل د يو لارښود په نامه ومنو، چې کړاى شي سمونه او ورانونه درک کړي او د “عدليه وو” ذل قاعده و کاروو: (( کل ما حکم به العقل حکم به الشرع)) يا: ((الواجبات الشرعية الطاف فى الواجبات العقلية)) په کار يې واچوو؛ نو که د يو نقلي دليل ظاهر يې پرخلاف وي؛ ډاډمن يو، چې اسلام يوه موخه لري او هېڅکله له خپلې موخې نه کږېږي، موږ په هماغې موخې پسې ځو، نور په چارو کې د بڼې تابع نه يو، همداچې پوه شو ربا حرامه ده او بې دليله هم حرامه نه ده؛ پوهېږو، چې څومره هم بڼه واوړي، بيا يې هم حرمت پر ځاى دى؛ د ربا منځپانګه ربا ده، د ظلم منځپانګه ظلم دى، د غلا منځپانګه غلا ده؛ نو خپله منځپانګه لري، که څومره هم خپله بڼه واړوي او ان که د عدالت او حق جامه هم ورواغوندي؛ نو بيا هم خپله منځپانګه لري.

د دويمې نظريې له مخې، عقل بېخي لارښودېداى نشي، اسلامي قوانين يو روح او مانا نه لري، چې موږ دا روح او مانا آر کړو او څه چې دي، هماغه بڼه او صورت دى او د بڼې او صورت په بدلېدو هر څه بدلېږي.

اصولا ددې څرګندونې له مخې، که د يو مصلحت پر بل مصلحت د لومړيت، حق، عدالت او مصلحت نوم واخستل شي؛ نو يو واقعي مفهوم نه لري، د هماغه شکل او بڼې نوم يې مصلحت، عدالت، حق او دې ته ورته څيزونه ايښي دي.

نو د لومړۍ نظريې له مخې، موږ حق، عدالت او مصلحت ته د يو واقعي چار په سترګه وينو؛ خو د دويمې نظريې له مخې، ورته په يو خيالي فرض.

د جاهليت د خلکو د کږلارۍ يو لامل هم دا و، چې د بديو او ښېګڼو د درک ځواک ترې اخستل شوى و او هر ناوړه چار او چټلي يې د دين په نامه منله او د ديني او شرعي چارو نوم يې پرې ايښووه. په همدې چار کې قرآن شريف پرې نيوکه کوي، ورته وايي: بايد تاسې دومره پوه شئ، چې بدې چارې په خپل ذات کې بدې دي او ناشونې ده، چې الله تعالی د بدې چارې سپارښتنه وکړي او حکم يې ورکړي.

 ناوړي په خپله همدې ته بسيا ده، چې پوه شئ الله تعالی يې حکم نه ورکوي، وايي:

((وَإِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً قَالُواْ وَجَدْنَا عَلَيْهَا آبَاءنَا وَاللّهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء أَتَقُولُونَ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ. قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ[49]= او چې كله كوم ناوړه كار كوي (؛ نو) وايي: (( موږ خپل پلرونه پردې ( دود) موندلي دي او الله تعالی راته په خپله هم ددې چارو د سرته رسولو امر كړى دى)) ووايه: ((الله تعالی (هېڅكله) د بې حيا چارو د تر سره کولو امر نه كوي، ايا داسې څېزونه په الله تعالی پورې تړئ، چې نه پوهېږئ ؟!))- ((زما پالونكي په انصاف امر كړى دى. ))

يعنې فحشا، چې کوي؛ نو خپلو چارو ته دوه دليله راوړي: يو داچې د پلار نيکه دود مو دى او بل داچې وايي د الله تعالی حکم همدا دى او الله تعالی يې اجازه ورکړې ده. هغوى ته ووايه، چې الله تعالی هېڅکله د فحشا اجازه نه ورکوي، پخپله فحشا او عفاف حقيقتونه او واقعيتونه دي، چې د الله تعالی په امر او منع فحشا نه عفافېږي او عفاف هم نه فحشا کېږي. الله تعالی هېڅکله د فحشا حکم نه کوي او نه يې اجازه ورکوي؛ الله تعالی د عدل، اعتدال او منځلارۍ حکم کوي. بايد په دې خبره په خپله پوه شئ، تشخيص يې کړئ او بيا يې کچه (مقياس) کړئ. په دې کچه يې تشخيص کړئ، چې الله تعالی د څه امر کوي او له څه مو منع کوي.

 

څلورګوني دليلونه

“عدليه” علماء وايي: شرعيه دلايل څلور دي: قرآن، سنت، اجماع (؛ يعنې له ځانګړيو شرايطو سره د اسلامي علماوو اتفاق) او عقل؛ خو د “غير عدليه وو” له نظره، هېڅ مانا نه لري، چې عقل شرعي ادله وشمېرل شي او د اجتهاد او شرعي احکامو د استناط يو ستنه شي. له نظره يې محض تعبد واکمن دى.

له شرمه ډک استدلالونه

ډېر به حيران شئ، چې واورئ په اسلام کې يوه ډله راپيدا شوه، چې واقعاً مسلمانان ول؛ بلکې ځانونه يې تر نورو ډېر مسلمانان او سپېڅلي ګڼل، خورا متعبدان وو او ځانونه يې سل په سلو کې د پېغمبر اکر(صلی الله علیه وآله وسلم) د سنتو لارويان ګڼل؛ نو بيا همدوى په تکوينياتو او تشريعياتو کې له الهي عدله د نمښتې-انکار د څرګندونې د جوتولو لپاره استدلال کوي.

په خپل آند يې په غونډاله او هستۍ کې د بې عدالتۍ بېلګې راوړي، چې له شرمه ډکې دي. د رنځونو او دردونو بېلګې يې راوړې دي، د شيطان غونډاله يې دليل راوړې ده، ويلي يې دي: که د هستۍ بهير پر عدالت روان و؛ نو بايد علي بن ابيطالب وژل شوى نه واى، چې ځاى يې “زياد بن ابيه” او “حجاج بن يوسف” ونيسي او دې ته ورته نورې بېلګې. دا د تکوينياتو او د تکوين د نظام په برخه کې.

د تشريعياتو او د تشريع د نظام په هکله هم ددې لپاره، چې جوته کړي، چې اسلامي قوانين د قانون، قاعدې، سمونې، ورانونې او حسن و قبح تابع نه دي، و يې ويل: د شرع بنسټ د متفرقاتو پر جمع او د مجتمعاتو پر تفرقه دى؛ نوځکه په ديني احکامو کې دومره نيمګړتيا ليدل کېږي، په ډېرى ځايو کې ليدل کېږي، چې د اسلام شارع يو ډول حکم ورکړى، حال دا، يو شان نه دي او په ډېرى ځايو کې يې پرعکس؛ دوه څيزه، چې کټ مټ ورته دي او بايد يو ډول حکم ولري؛ نو دوه ډوله حکم لري. و يې ويل: ولې اسلام د ښځې او سړي ترمنځ پر توپير قايل دى او سړي ته يې څلور ښځې روا ګڼلي او ښځې ته يې يوازې يو مېړه ؟ له غله لاس غوڅوي، چې د غلا اوزار يې دى؛ خو له دروغجنه ژبه نه غوڅوي، چې د دروغو اوزار يې ده؟ همداسې زناکار او. . . .  

له شرمه ډکه خبره ده، چې په تاريخ کې ولولو، يوه ډله راپيدا شوه، چې ځانونه يې د قرآن تابع ګڼل او قرآن حکيم دومره د تشريع او تکوين په نظام کې د الهي عدل په هکله خبرې کړي؛ خو دا ډله له هستۍ حکمت او عدالت نفې کوي او د اسلامي احکامو بنسټ بې حکمتي ګڼي.

 

د عدل د منکرانو بريا

تر يوې پېړۍ ويينو، مجادلو، شخړو او وينې توييدنې روسته د وخت د سياستونو له لامله د عدل منکران بريالي شول او دا چار متوکل عباسي وکړ. متوکل دا فکر ومانه، چې يا يې خوښ و يا يې له سياست سره اړخ لګاوه او يا داچې د ناپوهۍ له مخې يې دا کار وکړ.

مسعودي په مروج الذهب (٤/٨٦) کې ليکلي دي:

((لما افضت الخلافة الى المتوکل امر بترک النظر و المباحثة فى الجدل و الترک لما کان عليه الناس فى ايام المعتصم والواثق و امر الناس بالتسليم و التقليد و امر الشيوخ المحدثين بالتحديث و اظهار السنة و الجماعة.

همداچې “متوکل” خلافت ته ورسېد؛ نو حکم يې ورکړ، چې د عقلي بحثونو مخه دې ونيول شي او خلک دې په ديني مسايلو کې محض تعبد ولري او په ديني احکامو کې يې له خلکو د فکر او تعقل حق واخست او حکم يې وکړ، چې د اهل حديثو شيوخو، چې له عدله منکر ول، بې له څرګندونو به احاديث رانقلوي او سنت او جماعت دې ښکاره کړي. )) “متوکل” د فلسفې له خورېدو هم په دې جرم مخ ونيوه، چې عقلي ويينه ده.

د اشعري فکر عوام پسندي

هغه مهال به ډېرى خلکو د “غيرعدليه وو” فکر خوښاوه؛ ځکه ددې فکر بنسټ تسليم، تعبد او محض تبعيت و. داچې عام خلک تفکر نه لري؛ نو طبعاً تفکر او تعقل خطرناک ګڼي او ترې وېرېږي. د عوامو له نظره دا دين ته يو فضيلت او عظمت دى، چې واوري د شرع حکم د عقل تابع نه دى؛ نوځکه د “متوکل” دا کار، چې د فکر د ازادۍ مخه يې ونيوه، د خلکو ډېر خوښ شو او خلکو يې دا کار له نبوي سنتو ملاتړ وګاڼه او سره له دې چې “متوکل” فاسق، شرير او ظالم و؛ خو په دې کار يې په خلکو کې خورا محبوبيت وموند او ددې کار ستاينې ته يې خورا شعرونه وويل شول، چې د هغوى په ګروهه د الله تعالی ددين ملګرتيا دې کړې ده. د هغه مهال خلکو_چې په واقع کې د اسلام د فکري او علمي ناورين ورځ وه او د اسلام عقلي ژوند ته ستر وير و_ جشن ونيو او خوشحالۍ يې وکړې.

دا د هغه شعر پښتو ژباړه ده، چې د متوکل په ستاينه کې ويل شوى و:

(( نن نور د پېغمبر سنت درانده او محترم شول، ته وا خوار شوى نه و اوس به د پېغمبر سنت په وياړ راڅرګندېږي او د باطلو او زور نښې به له پورته لاندې را ګوزارې شي. دې بدعتپالو (يعنې عدليه و) شا کړه او دوزخ ته ولاړل او راستانه به نشي. الله تعالی په متوکل خليفه، چې د پېغمبر د سنتو لاروى او مينوال دى، د مسلمانانو د زړه غوښتنه يې له دې بدعتپالو واخسته. متوکل هماغه دى، چې زما د پالونکي خليفه دى، د الله تعالی د استازي د تره زوى دى او د عباسيانو د کورنۍ خورا غوره وګړى دى؛ هماغه دى، چې د دين ملګري يې وکړه او له درزه يې وژغوره. الله تعالی دې يې عمر ډېر کړي او سيورى دې يې تل د مسلمانانو پر سر وي، الله تعالی دې يې روغ رمټ وساتي او ددې ستر خدمت له لامله، چې اسلام ته يې کړى، الله تعالی دې يې له پېغمبر سره په جنت کې يو ځاى کړي. ))

دا و ددې چار تاريخي بهير.

يوه پرتلنه؛ فلسفي او ديني سوفسطائيان

د حق په موضوع کې، چې په اسلام کې د دوو ډلو ترمنځ دا فکر پيدا شو، چې آيا حق او عدالت ددين کچه ده که دين د حق او عدالت کچه ده؛ نو پخوا په فيلسوفانو کې د حقيقت په اړه دې ته ورته فکر پيدا شوى و: آيا يو حقيقت په واقع کې نفس الامر دى او زموږ ذهن په خپلو اداراکاتو او انديشو کې د واقع، حقيقت او نفس الامر تابع دى يا داسې نه ده او حقيقت زموږ د ذهن او فکر تابع دى؟ په بله وينا: داچې په خپلو فلسفي او علمي انديشو کې وايو: پلانى مطلب داسې دى او پلانى هغسې؛ نو آيا هغه مطلب په خپله يو حقيقت دى؛ که موږ يې درک کړو، که درک يې نه کړو او داچې زموږ ذهن يې هغسې درک کوي، چې دى؛ نو زموږ د ذهن ادراک حقيقي ادراک دى او يا داچې پرعکس چار دى او حقيقت زموږ د ذهن تابع دى او څنګه چې يې موږ درک کوو؛ نو هماغه حقيقت دى او داچې کېداى شي بېلابېل وګړي په بېلابېلو ډولونو يو حقيقت درک کړي؛ نو هر يو ته حقيقت له بل سره توپير لري؛ نو حقيقت نسبي دى؟

په پخواني “يونان” کې ځينې ډلې پيدا شوې، چې د انسان فکر يې د حقيقت کچه ګڼله؛ نه داچې حقيقت يې د انسان د فکر کچه ګڼله، ويل يې: د هر څه کچه انسان دى. دوى د فلسفې په تاريخ کې “سوفسطائيان” يادېدل.

دوى د وخت له پلوه تر اسلامي متکلمينو مخکې ول او خپلې مدعا ته يې دليلونه هم درلودل؛ لکه څنګه چې په اسلام کې له عدله منکرينو خپل دليلونه درلودل.

د عدل له آره منکرينو په خپل آند په اسلامي احکامو کې نيمګړتياوې، د مختلفاتو جمع او د متشابهاتو تفرقه وموندل او ويل يې: ددې نيمګړتياوو له لامله د اسلامي احکامو کچه واقعي سمونه (صلاح) او ورانونه (فساد) کېداى نشي؛ بلکې اسلامي احکام د ښو، بدو، صلاح او فساد کچې دي. هغوى هم د هغه نيمګړتياوو له لامله، چې په عقل او حس کې پيدا کېږي، وويل: شونې نه ده، چې حقيقت د ذهن کچه وي؛ بلکې ذهن د حقيقت مقياس دى.

هغه ځوابونو، چې فليسوفانو يوناني او غير يوناني شکاکانو ته ور کړل، هغو ځوابو ته ورته دي، چې په اسلام کې “عدليه وو” هغه بلې ډلې ته_ښه به وي، چې ديني شکاکان او سوفسطائيان وويل شي_ورکړل. دا موضوع نه غځوو.

 

د روڼ آندۍ او جمود جګړه

د “عدليه” او “غير عدليه” بهير د جمود او روڼ آندۍ او تعقل ترمنځ جګړه وه؛ له بده مرغه، چې جمود لاسبرى شو، چې اسلامي نړۍ ته يې خورا مانيز-معنوي تاوانونه هم اړول.

په انسان کې يو حس دى، چې کله په خپل آند غواړي ديني چارو ته ښه سر ټيټ کړي؛ نو داسې ورته سر ټيټوي، چې د دين د اجازې پرخلاف وي؛ يعنې د عقل څراغ لرې ګوزاروي او په پايله کې د دين لار هم ورکوي.

رسول الله: ((دوو تنو زما او د دين ملا ماته کړه: متعصب ناپوه او بل لاابالي عالم. ))[50]

روايت دى: ((الله تعالی دوه حجتونه لري؛ يو يې باطني حجت او بل يې ظاهري حجت دى؛ باطني حجت عقل دى او ظاهري حجت پېغمبران دي. ))

حضرت علي(کرم الله وجهه) د جمود بلهار شو

سمه ده، چې پر عدالت ټينګار پر حضرت علي (کرم الله وجهه) د “صفين” او “جمل” جګړه وروتپله؛ خو “خوارج” د ناپوهۍ، جمود او کوزفکرۍ پايله وه، چې حضرت علي (کرم الله وجهه) يې شهيد کړ.

د عدل په اړه ډېرې پوښتنې او شبهات شته. د ساري په ډول:

که الله تعالی عادل دى؛ نو د موجوداتو په تېره، د انسان په پنځون کې، دومره توپيرونه، د څه لپاره دي؟

که هستي پر عدل ولاړه ده؛ نو دومره ناوړه پېښې؛ لکه رنځورۍ او. . . د څه لپاره دي؟

ولې د يوې شېبې ګناه، تلپاتې ګناه لري؟

ځواب به د دوو آيتونو او روايتونو په رڼا کې ورکړو، چې د ډېرو شبهو ځواب دى.

ړومبۍ خبره:  الله تعالی د يو موجود هم پوروړى نه دى.

 الله تعالی عادل دى؛ يعنې د هېڅ موجود حق نه ضايع کوي او له هر موجود سره د حکيمانه غونډال له مخې چلن کوي او ظلم د حق ضايع کول دي او ظلم او عدل په هغه ځاى کې مانا پيدا کوي، چې د حق خبره په منځ کې وي.

اوس پوښتنه دا ده: آيا الله تعالی د چا پوروړى دى او آيا موجوداتو له پخوا کوم حق درلود، چې ضايع شوى او ظلم پرې شوى وي؟

مګر موږ مخکې وو او له مخکې مو څه درلودل، چې رانه اخستل شوي وي؟

البته په دنيا کې توپيرونه شته؛ د ساري په ډول: يو جماد دى، يو بوټى، يو څاروى دى او بل انسان دى؛ خو هېڅ موجود، له پخوا څه نه درلودل، چې ترې اخستل شوي وي.

که يوه ستره قالينه څيري څيري کړئ؛ نو ويلاى شو: دا قالينه پخوا ستره وه او اوس يې په شلېدو خپله ستريا له لاسه ورکړې؛ خو که له هماغه پيله مو کوشنۍ ‏قالينه جوړه کړه؛ نو قالينه د نيوکې حق نه لري، چې ولې کوشنۍ‏ يم؛ ځکه هغې تردې مخکې هېڅ نه درلودل، چې چا ترې اخستې وي او ظلم ورسره شوى وي؛ نو که الله تعالی د چا پوروړى نه وي او الله تعالی څه ورکړي او بل ته يې له هماغه څخه دوه څيزه ورکړي وي؛ نو دا ظلم نه دى او پردې سربېره، که  الله تعالی چاته ډېر نعمت ورکړى وي؛ نو پازوالي يې هم ډېره وي.

دويم ټکى: تبعيض ظلم دى؛ نه توپير

الله تعالی ټول موجودات له حکميانه توپيرونو سره وپنځول او د هر موجود لپاره يې کمال ته د رسېدو لپاره، مناسبه لار وټاکله او ورپسې يې د سزا او اجر حکم هم ورکړ او په توکمنو، امتونو او وګړيو کې، په هېڅ ډول تبعيض قايل نشو.

د لاس ګوتې يو له ‏بل سره توپير لري؛ خو دا ظلم نه دى. داچې هره يوه، ځانګړې ځانګړنه لري او پردې هم پوهېدل پکار دي، چې تبعيض او توپير، يو له بل سره توپير لري.

تبعيض؛ يعنې په برابرو شرايطو کې د موجوداتو او وګړيو ترمنځ توپير قايلېدل. د مثال په توګه: که د يو ټولګي ټول زدکړیالان په مساوي توګه، د ښووند په زده کړه پوه شوي وي؛ خو ښووند يې په نمرو کې توپير وکړي؛ نو دا ظلم او تبعيض دى؛ خو که د ښووند د نمرو توپير، د زدکړیالانو د زده کړې، د پوهې په کچې پورې اړوند وي؛ نو دا خبره پروا نه لري.

درېیم ټکى: عدل تل د مساوات په مانا نه وي

دې خبرې ته پام پکار دى، چې عدل په هر ځاى او وخت کې د مساوات او برابرۍ پر مانا نه دى. که يو ډاکټر ټولو رنځورانو ته د هغوى د رنځورۍ او حال په نه پامنيوي‏، يو ډول درمل ورکړي؛ نو ظلم يې کړى دى. د ډاکټر عدالت په دې کې دى، چې رنځور ته د رنځورۍ له مخې درمل ورکړي.

څلورم ټکى: د ټولنې حقوق، د وګړيو پر حقوقو لومړيت لري.

فرض کړئ، اسلامي دولت عمومي سوکالۍ ته د يو واټ د جوړولو اراده وکړي، چې جوړول يې د ټولنې پرمختيا ته وي او ددې واټ تر ونډې لاندې، د ځينو کورونه راشي او وران شي او دا خلک مخکې تردې، چې له دولته د خپلو کورونو پیسې يا ځمکه واخلي؛ نو ځینې ستونزې بايد وګالي، چې دلته د څو خلکو د ستونزو په پار بايد د ټولنې له سوکالۍ سترګې پټې نشي.

سره له دې، چې اسلام د وګړيو حقوقو ته ارزښت ورکوي؛ خو د ټولنې حقوقو ته يې ډېر پام وي.

حضرت علي (ک) مالک اشتر (رض) ته وايي:

په حکومت کې، په چارو کې د عمومي خلکو سوکالۍ او خوښۍ ته پام وکړه، که څه، خواص درنه خپه شي.

پينځمه خبره: زموږ پوهه محدوده ده.

په ډېرو وختونو کې ډېر څيزونه، ځان ته شر ګڼو، حال دا، خير مو پکې وي او کله ډېر څيزونه خير ګڼو، حال دا، شر وي. قرآن شريف هم همدې خبرې ته زموږ پام رااړوي، وايي: ((وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ)) (١٣)

او په بل آيت کې زموږ د پوهې لږوالي ته اشاره کوي، وايي: ((وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلًا)) (١٤).

 

شپږمه خبره: ورمندون- قضاوت مو بېړني دي.

په قرآن شريف کې راغلي: ډېر څيزونه ناوړه ګڼئ، حال دا،  الله تعالی پکې درته خورا خير اچولى دى: ((فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)) (١٥).

که په قرآن شريف کې د ((حسبان)) د ټکي مانا ته پام وکړو؛ نو پوه به شو، چې قرآن شريف په پرلپسې توګه موږ ته خبر راکوي، چې ډېر ګومانونه او خيالونه مو باطل دي؛ نو داسې مه کوئ او داسې فکرونه هم مه کوئ او دا تعبيرونه راښيي،  الله تعالی پر بېړني ورمندون نيوکه کوي.

او موږ چې د  الله تعالی د عدالت په ويينه ‏کې، پر کومه شبهه اخته شوي يو، که  الله تعالی عادل دى؛ نو ولې داسې او هغسې؟

خو دې خبرې ته هم پام پکار دى، چې له موږ ډېر رازونه پټ دي او بله داچې، موږ له انديز ‏او تجربي اړخ محدود را ايسار يو.

اوومه خبره: مقطعي ورمندون منع دى.

نه ښايي ورمندون مو د يوه ځانګړي څيز په پامنيوي وي. د مثال په توګه: يو ماشوم ته د ستنې وهلو پرمهال د ماشوم، چغې نه ښايي زموږ د ورمندون ‏بنسټ وي؛ بلکې موږ بايد د ماشوم اوسنۍ رنځوري، تېر شوي دردونه او راتلونکې روغتيا په پام کې ونيسو او بيا ورمند ‏وکړو او همداراز، باید د دنيا چارو ته ليد مو ټوليز او هر اړخيز وي؛ نو بايد د تېر شوي او راتلونکي وخت او د دنيا او اخرت په پامنيوي ورمند ‏وکړو.

روايت دى:  الله تعالی د قيامت پر ورځ ځينو ته انعام ورکوي، وايي: ((دا ثواب مې د هغه دعا له کبله درکړ، چې و دې کړ؛ خو ما درسره و نه منله؛ ځکه وخت يې نه و، چې ومنل شي)).

 د  الله تعالی د عدل په باب هم باید مقطعي ورمند‏ و نه کړو او ټولو اړخونو ته مو پام وي.

اتمه خبره: له خپلې ونډې مه غافلېږئ.

د ناوړه پېښو په راپېښېدو کې موږ پر خپلې ونډې ځان کوڼ کړى او هر څه، د  الله تعالی له اړخه وينو، نيوکې کوو، وايو: الله تعالی! ته خو عادل يې؛ نو پلانى خپګان راپېښ شو. قرآن وايي: ((وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ)) (١٧) هر کړاو، چې در رسي د خپلو کړنو له لامله مو وي.

په روايت کې راغلي دي: څوک چې د خپل رور په لار کې څاه کني؛ نو خپله به پکې ولوېږي.

 

پر يوې پوښتنې رڼا

پوښتنه: په دنيا کې داسې وګړي شته، چې څومره يې له لاسه کېږي، پر خلکو ظلمونه کوي؛ خو هوسا ژوند لري؛ نو که د ناوړه پېښو راپېښېدل، زموږ د خپلو کړنو پايله وي؛ نو ولې هغوى چې زموږ په پرتله يې ظلمونه او ناړوه کارونه ډېر دي؛ په بلاوو او خپګانونو نه اخته کېږي او سوکاله ژوند لري؟

ځواب: د آيتونو او روايتونو په رڼا کې، له ټولو خلکو او ډلو سره د الله تعالی حساب، يو شان نه دى او هر يو یې جلا حساب لري.

الله تعالی، سملاسي، د ځينو غوږونه تاووي. ځينو ته وخت ورکوي. ځينو ته د عمر تر پايه مهلت ورکوي او په سوکالۍ کې يې پرېږدي او حساب و کتاب يې قيامت ته ځنډوي؛ ځکه موږ په خپل نړۍ ليد کې، دنيا له اخرته جلا نه ګڼو.

البته دا خبره له ماغزو مه باسئ، دا توپيرونه، د حکمت له مخې دي؛ ځکه د ګناهکارانو د کړنو ډول او روحيه يو شان نه ده، چې حساب و کتاب يې سره مساوي او برابر وي.

کله يو ښووند د يو تکړه زدکړیال پر غلطۍ پرېکنده او سخت غبرګون ښيي؛ ځکه ددې کار تمه يې ترې نه درلوده، حال دا، له يوه ناغېړي زده کړيال سره يې حساب و کتاب داسې نه وي.

په قرآن شريف کې راغلي:  الله تعالی د اولياوو او پېغمبرانو په وړه تېروتنه، چې ان ګناه هم نه شمېرل کېږي او “ترک اولى” ورته ويل کېږي، ډېره سخته نيوکه کوي؛ ځکه ددې کار تمه يې ترې نه درلوده؛ خو ځينې سره له دې، چې ګناهکاران دي؛ خو بيا هم مهلت ورکوي. ((لِمَهْلِكِهِم مَّوْعِدًا)) (١٨) ځکه کله الله د ظالمانو د کړنو پر وړاندي ژر غبرګون نه ښيي. ((فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ)) (١٩)=زه کافرانو ته مهلت ورکوم او بيا يې ترې اخلم او د مهلت علت يې هم داسې ښوولى دى: ((وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِّأَنفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُواْ إِثْمًا وَلَهْمُ عَذَابٌ مُّهِينٌ[51] = هغوى چې كافران شوي (او د سرغړونې لار يې نيولې) ګومان و نه كړي، چې زموږ وركړى مهلت يې په ګټه دى. موږ ځكه مهلت وركوو، چې يوازې د خپلو ګناهونو پېټى دروند كړي او هغوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو شوى) دى.))

سپينه خو دا ده، چې همدا لنډمهاله سوکالي، د عذاب تر ټولو ستره وزله ده؛ ځکه قرآن شريف وايي:

فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ ان إِذَا فَرِحُواْ بِمَا أُوتُواْ أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ[52]= ( هو) چې كله ورته شوى نصيحت يې هېر كړ؛ نو موږ ورته د هر ډول نعمتونو ورونه پرانستل، چې ( پوره) خوشحاله شي (او زړونه يې ورپورې وتړل)، ناڅاپه مو ونيول (او سخته سزا مو وركړه )؛ نو په دې وخت كې ټول نهيلي شول (او د هيلو ورونه پرې وتړل شول)

البته، الله تعالی چې له ځينو سره داسې معامله کوي؛ خو ځينې نور، چې د سم کېدو وړتيا لري؛ نو په هکله يې وايي: ((لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ موږ ورته د هغوى د ځينو چارو ترخه سزا ورکوو؛ نو کېداى شي سم شي. ))

ډېرو روايتونو خبر ورکړى، چې که تاسې پرلپسې ګناهونه کوئ؛ خو په ژوند کې درباندې الهي عذاب نه راځي؛ نو ووېرېږئ، چې کېداى شي، د سم کېدو د وړتيا له ولکې بهر شوي ياست او يوازې د کار چاره مو دوزخ شي.

لکه څنګه چې د يوه رنځور حال دومره خراب شي، چې نور يې ډاکټر پرېږدي او وايي: پرېږدئ! څه چې کوي، و دې يې کړي او څه چې خوري و دې خوري؛ ځکه د رنځور له درملنې نهيلى شوى وي او داسې کسان شته، چې دومره يې ځان پر ګناه لړلى وي، چې  الله تعالی ورته په قهر وايي: ((اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ))؛ څه مو چې خوښه وي، و يې کړئ، چې د  الله تعالی استازي به د خپل قوم له ښيونه نهيلي شول؛ نو ورته به يې ويل: زما قومه! څه مو چې له لاسه کېږي، و يې کړئ ((يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ))

نهم ټکى: سختۍ د ودې لامل دي

پخه خبره ده، چې زموږ د تکامل او پخېدو لار، په سختيو کې تېره شوې ده. قرآن شريف وايي: له ترخو پېښو سره مخامخېدل، انسان ته د راويښېدو زنګ دى. يو شان او بې بدلونه ژوند انسان لټوي.

 په روايتونو کې راغلي:  الله تعالی پر خپلو وړ او غوره بندګانو ډېرې سختۍ راوړي.

په يو روايت کې راغلي: په انسانانو کې تر ټولو سختې سختۍ، د الله تعالی پر استازي وې او بيا د هغه پر لارويانو او هغوى چې دوى ته نږدې وي.

حديث دى:  الله تعالی خپل ايمانوال بندګان په سختيو او بلاوو کې روزي؛ لکه څنګه چې مور خپل ماشوم په شيدو روزي.

 پردې سربېره، چې سختۍ، د انسان په ژوند کې ګټورې روزنيزې اغېزې لري؛ بلکې رايادول يې هم ګټور دي.

سوکالي انسان ناغېړوي؛ خو سختۍ يې غښتلى کوي.

حضرت علي وايي: د هغه ونو لرګي خورا کلک وي، چې په وچو سوځنده بېدیاوو کې شوى وي. (٢٦١)

په يوه روايت کې راغلي: ((په سختيو کې خير دى)) (٢٧)، چې سختۍ له يو اړخ زموږ او د  الله تعالی په منځ کې اړيکه غښتلى کوي او بلخوا، ‏ له ناغېړۍ ‏مو راباسي او هڅو ته مو اړ باسي؛ نو کوم دباو، چې په سختيو کې زموږ پر بدن راځي، د اروا د غښتلتيا لامل ګرځي، چې البته سختۍ په ډول ډول خلکو ډول ډول اغېزې لري.

 حديث دى: ((سختۍ د ظالمانو لپاره خبر، مؤمنانو ته د ازمېښت، ودې او الهي انسانانو ته د کرامت او مقام ګټلو وزله ده.)) (٢٨)

ځکه هغه سوکالي، چې  الله تعالی ځينو ته ورکړې؛ ښه والی او نېکمرغي يې نه راښيي؛ لکه څنګه چې پر ځينو خلکو، د سختيو راتګ يې د بدوالي نښه نه ده.

 کله خو داسې هم کېږي، چې تر ټولو ښه انسانان، په ډېرو سختيو کې راګېر شوي وي، چې غښتلي او پاخه شي او کمال ته ورسي.

زموږ انسانيت په خوړو او ويدېدو کې نه دى؛ ځکه څاروى هم په دې چارو کې راسره شريک دى. زموږ انسانيت زموږ په کمالاتو او فضايلو؛ لکه الله تعالی ته پام، له انسانانو سره په مينه، سرښندنه او بښنه کې دى او د کاڼي کرښه ده، چې ددې فضايلو وده، يوازې له سختيو سره په مبارزه کې ده.

لسم ټکى: ګټه او تاوان، د ښېګڼو يا بديو د سنجولو کچه نه ده

د پرلپسې بارانونو له لامله کېداى شي، نېزونه شي او پخپله لار کې د ډېرو مېږيانو ځالې ړنګې کړي؛ خو تږې ځمکه خړوبوي او تازه کوي يې؛ نو تاسې پخپله ووایئ، چې د مېږيانو د ځالې د خرابېدو مخنيوي ته کړاى شو، چې د باران له ګټو سترګې پټې کړو؟ آيا مېږى حق لري، چې لمر، سمندرونو او ورېځو ته پر کنځل شي، چې د باران په راتګ کې ونډه لري، چې زموږ کورونه يې خراب کړل؟ دا نيوکې يوازې زموږ د ځانمنۍ له لامله دي؟ او آيا زموږ دا نيوکې، ددې لپاره نه دي، چې موږ چارو ته يوازې له يوه ګوټه وګورو او هغه هم زموږ د خپلو ګټو لپاره دى.

ګواکې ټوله هستي بايد زما په خوښه او زما د ګټو د لاس ته راوړو له مخې وڅرخي؛ ځکه کله ستونزې زموږ د سبا لپاره ښه او ګټورې وي؛ خو موږ پر هغو چارو نيوکه کوو، چې همدا اوس او نن زموږ ته ګټه و نه لري، که څه، سبا ته مو ښه وي.

 

يوولسم ټکى: انسان تل ازمېيل کېږي

يو هرومرو الهي سنت دادى، چې انسان، تل د الله تعالی له لوري ازمېيل کېږي او دا خبره شل ځل په قرآن شريف کې راغلې ده.

سختۍ او کړاوونه، د الهي ازمېښت اوزار دي؛ نو کله داسې هم کېږي، سره له دې، چې انسان هېڅ ګناه هم نه وي کړي؛ خو سختۍ پرې راځي؛ لکه څنګه چې سوکالي او خوشحالي هم د انسان د ازمېيلو لپاره اوزار دي.

 قرآن شريف وايي: ((وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ[53]= او موږ به هرومرو تاسې په وېره او لوږه او د سر و مال او حاصلاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه، د زغم خاوندانو ته)) (٢٩)

دولسم ټکى: ناسمې پوهېدنې

ډېرى هغه خبرې، چې د الهي عدل په هکله نوموتي دي، زموږ د ناسمو پوهېدو له لامله دي، چې انګېرو، دنيا د خوب، خوړو او مزو چړچو ځاى دى او بيا وايو: ولې دا دومره ناکامۍ؟خو دنيا د ودې ډګر او د کر ځاى دى.

 

 ديارلسم ټکى: که بديو ته ګورئ؛ نو ښېګڼو ته هم ګورئ

انسان ته پکار دي، په خپل ورمند‏ون کې هر اړخيزه کتنه ولري او يوازې منفي ټکيو ته يې پام نه وي؛ بلکې مثبتو ته يې هم پام پکار دى.

حضرت يوسف علیه السلام چې خپلو روڼو په څاه کې ګوزار کړ، نورو خلکو را و ايست، د مريي په نامه وپلورل شو، ناروا تور پر ولګېد او بندي شو؛ خو تردې ټول سختيو روسته، د مصر واکمن شو او تر ډېرې مودې روسته يې، چې خپل پلار وکوت؛ نو پلار يې ورته وويل: روڼو دې څه درسره وکړل؟

حضرت يوسف ورته وويل: زما د روڼو د چارو په هکله مه پوښته؛ بلکې د  الله تعالی د پېرزوينې په هکله مې وپوښته، چې څنګه يې له دې ټولو سختيو راوايستم او بيا يې دلته واکمن کړم.

دا پخپله يو سول- منطق دى، چې انسان يوازې منفي ټکيو ته پام و نه کړي؛ بلکې مثبتو ټکيو ته هم پام وکړي.

 په يو روايت کې راغلي: داسې بلا به نه وي، چې  الله تعالی پکې انسان ته خېر نه وي ايښى، چې دا خير پر بلا لاسبرى دى. (٣٠)

څوارلسم ټکى: له طبيعي قوانينو سترګې پټول نه دي پکار

ډېرې ستونزې، پر هستۍ، د علت او معلول د غونډال د واکمنۍ لازمه ده. په بله وينا: موږ بايد په هستۍ کې، له دې دوو نظرونو يو يې ومنو: يا بايد د هستۍ لپاره په حساب و کتاب قايل شو او داچې وايو، ګډوډي ده؛ نو که هستي حساب و کتاب لري؛ نو سختۍ او کړاوونه هم بې حکمته او بې حساب و کتابه نه دي.

که د هرې ناوړه پېښې علت وڅېړو؛ نو و به ګورو، چې دا پېښه ځینې دقيق او حساب شويو علت او معلولونو راپېښه کړې ده. لنډه داچې که هستي حساب شوې ده؛ نو بلاوې او کړاوونه هم لري او که حساب نه وي؛ نو ګډوډي تر ټولو ستره بلا ده.

پينځلسم ټکى: د وړتیاوو رابرسېرنې ته هڅه ‏په کار ده

ځينې خلک، چې په کوم کار پسې وځي او پکې نه بريالي کېږي؛ نو ځان ناکام ګڼي او په هستۍ پسې سپکې سپورې وايي او دا کار پر ځان ظلم ګڼي او په زړه کې يې کينه پيدا کېږي، چې بيا همدا کسان دي، چې په نورو چارو کې تر ټولو پرمخ ځي .

وايي: د “ډاروين” پلار ډاکټر و او غوښتل يې زوى يې هم ډاکټر شي؛ خو په داروين په طب کې بريالى نشو؛ نو پلار يې د مذهبي علومو زده کړو ته ور وړاندې کړ، چې مسيحي عالم شي؛ خو په دې مسلک کې هم ناکام شو. داروين تردې دوو ماتو روسته، طبيعي علومو ته مخه کړه، چې پکې خورا مخکې ولاړ او پکې د خپلو څرګندونو خاوند هم شو. (٣١)

حديث دى: که په کوم مسلک کې ناکام شوئ، بدل يې کړئ او پوه شئ، کاميابي به مو په بل مسلک کې وي.

 

شپاړسم ټکى:  الله تعالی ته د نژدېدو لار او مانيزه وده د ټولو لپاره ده

 پردې خبره بايد ټول پوه شي، چې کمالاتو ته د رسېدو لار، ټولو ته پرانستې ده او هر څوک کړاى شي، پردې لار ګام کېږدي او له خپلې وړتيا سره سم، ځان کمال ته ورسوي.

 په دعاوو کې راغلي: الله تعالی! چې غښتلي او کمزوري ته دې، ځان ته د رسېدو لار، يو شان ايښې ده.

ځکه هر څوک د خپلې وړتيا له مخې انعام اخلي او کمال ته رسي.

[1] (نحل – ۹۰)

[2] (اعراف- ۲۹)

[3] ( ص- ۲۶)

[4] (آل عمران- ۱۸)

[5] (حدید – ۲۵)

[6] (یونس- ۵۴)

[7] بحارالانوار: ۴ټ،۲۶۴مخ.

[8] بحار الانوار: ۵ټ،۵۸

[9] بحارالانوار: ۵ټ، ۵۹مخ

[10] (نهج البلاغه/٢٢٢ خطبه)

[11] (نهج البلاغه/١٣ حکمت)

[12] ( هود/١١٧)

[13] (نجم/٣٩)

[14] (رعد/١١)

[15] وګ: (مناقب ابن شهر آشوب١/١٩٢)

[16] (نهج البلاغه/٤٥ ليک)

[17] (عوالى اللئالى/١٥٩ مخ)

[18] (نهج البلاغه/٥٣ ليک)

[19] (آل عمران/١٠٣)

[20] وګ: (تحف العقول/٣٤ مخ)

[21] (اسراء/٣٤)

[22] (نهج البلاغه/٣١٩ حکمت)

[23] (بحارالانوار ٧٢/٢٩)

[24] (د يعقوبي تاريخ٢/١٧٩)

[25] (بحارالانوار٤٢/٢٣٤)

[26] وګ: (بحارالانوار ٤٢/٢٩٥، ٢٩٦)

[27] (امام احمد؛ مسند٤/٢٧٠)

[28] (تحريم/٦ )

[29] (نجم/٣٩)

[30] وګ: (تحف العقول/٣٤ مخ)

[31] (زخرف/٣٢)

[32] (حديد/٢٥)

[33] (نحل/٩٠)

[34] وګ: ( نهج البلاغه/٢٣ ليک)

[35] (نساء/١٣٥)

[36] وګ: (نهج البلاغه/٤٢٩ حکمت)

[37] (آل عمران/١١٧)

[38] (تحف العقول/٢٨١ مخ)

[39] (نهج البلاغه/٣خطبه)

[40] (نهج البلاغه/٩١ خطبه)

[41] (حجرات/١٣)

[42] وګ: (ابن الحديد؛ د نهج البلاغې شرح: ١/٩٠)

[43] وګ: (ابن الحديد؛ د نهج البلاغې شرح: ١/٩٠)

[44] وګ: نهج البلاغه /٥٣ ليک.

[45] آل عمران/٤٠

[46] مائده/١

[47] (بقره/٢٧٥)

[48] – سئل عن التوحید والعدل فقال [علي]: التوحید ان لا تتوهمه و العدل ان لا تتهمه. . . (بحار الانوار: ۵ ټ، ۵۲ مخ له نهج البلاغې په روایت) او عين همدا روايت د امام صادق له خولې دی. (بحار الانوار: ۵ ټ، ۵۸ مخ، او بيا امام صادق وايي: اما التوحید فان لا تجوز علی ربک ما جاز علیک اما العدل فان لا تنسب الی خالقک مالام علیه. . . . (بحار الانوار: ۵ ټ، ۱۷ مخ.

[49] (اعراف/٢٨، ٢٩)

[50] (بحارالانوار٢/١٠٦)

[51] (آل عمران/۱۷۸)

[52] (انعام/۴۴)

[53] ( بقره/۱۵۵)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست