تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ غوړه مالي او ستاینه، دوه ستر ټولنیز او روحي آفتونه دي. د ټولنیز ژوند یو له آفاتو ځنې په حقه ستاینه او تردې بدتره ناحقه غوړه مالي ده، او انساني وګړیو چې څومره ډېر، د پاکۍ او تقوا درجې او مرتیې وهلي وي، ډېر ددې ټولنیز آفت تر برید لاندې وي؛ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

غوړه مالي او ستاینه، دوه ستر ټولنیز او روحي آفتونه دي.

د ټولنیز ژوند یو له آفاتو ځنې په حقه ستاینه او تردې بدتره ناحقه غوړه مالي ده، او انساني وګړیو چې څومره ډېر، د پاکۍ او تقوا درجې او مرتیې وهلي وي، ډېر ددې ټولنیز آفت تر برید لاندې وي؛ ځکه انساني نفس ليوال – څوبمن دی چې وستایل شي، له نفس سره مینه او قدرت غوښتنه، بېلابېلې وجهې او نښې نښانې لري، چې یوه خورا مهمه او خطرناکه یې دا ده چې د انسان ښه ایسي، وستایل شي، او دا چې غوړه مالان هم ډېر دي؛ نو په دې څاه کې د ورلوېدو احتمال هم شته.

هغوی چې په دې اړه کوچنی انفعال هم له ځانه ښوولې؛ نو د شیطان په فاعلیت کې راګېر شوی دی. په هره ټولنه کې چې غوړمالي دود وي، سلامتي یې په خطر کې ده. څومره چې غوړه مالان ناروغ او ضعیف النفس وي؛ نو ستایل شوي (ممدوحان) هم سپک او ځانپالي دي او په رښتیا څومره حقارت غواړي، چې انسان د سپک غوړمال د غوړمالۍ مفتون شي او د دوی په دروغو زړه خوشحال کړي او کرکجن ترې نشي. د ادبیاتو تاریخ مو راښيي چې ټولنې تر کومه برېده پردې ناروغۍ اخته وې. ډېر داسې شاعران ول، ددې پر ځای چې د شاعرۍ د نعمت منندویان شي، د نعمت پر کفران لګیا شول، ظالمان یې وستایل او په دې لار کې دومره مخکې ولاړل، چې دا ناوړه دود یو عادي او ستایل شوی چار وبرېښېد.

د مولوی بلخي خبره منو چې ستاینو او غوړه مالیو، فرعون فرعون کړ:

از وفور مدحها فرعون شد        كن ذليل النفس هونا لاتسد

(مثنوى، لومړی دفتر، 1867 بیت)

* غوړه مالي، ظالمان په خپل ظلم کې لا ډېر ټینګوي.

غوړه مالي، یو له هغو لاملونو ځنې ده، چې ظالمان په خپل ظلم کې لا ډېر ټینګوي. په انسان کې د ځان غولونې ظرفیت بې نهایته دی. کله چې انسان ځان وغولاوه؛ نو ددې تیاری به هم ولري (چې د ځان په اړه یې) نور هم وغولوي.

فرعون د غوړه مالانو له لاسه د « أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى[1]» وژونکي زهر واخستل او وڅښل. دې زهرو لږلږ او ګړوپ ګړوپ خپل اغېز وکړ، تر دې چې فرعون باور وکړ، چې سرغړاندي یې، عین ربوبیت دی. چې کله په خپل چار کې شکمن شو؛ نو یو سړي خور شو چې په اسانۍ یې نارینه وژل او ښځې یې مینځولې. او په دې لار کې دومره پر مخ ولاړ، چې نور راستنېدای نشو. نو کله چې موسی(ع) د نړۍ پال له لوري پسته او مستدله خبره ورته وکړه، کوډګر یې وباله او خپلو غوړه مالانو ته یې وویل:

قَالَ لِلْمَلَإِ حَوْلَهُ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ . يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ (شعراء/۳۴، ۳۵) = فرعون خپلو خواوشا قومي مشرانو ته وويل : ((په رښتيا چې دا ډېر پوه كوډګر دى؛ غواړي پخپلو كوډو مو له خپل هېواده وباسي؛نو (مشوره او) نظر مو څه دى؟))

فرعون چې له فرعونیته ډک و، اوس د هغو کسانو نظریاتو ته سترګې پر لار و، چې دایې فرعون کړی و. که علي(ک) د یو غوړه مال پر وړاندې وویل:« څه دې چې پر خوله دي ورنه کم یم او څه دې چې په زړه کې دي ورنه اوچت یم» نه یې په ټوکو ورته ویل او نه د دروغجنې تواضع له مخې. علي(ک) په رښتیا « اصلب من الصلد و هو اذل من العبد – مؤمن تر تیږې خورا سخت او تر مریي خورا ذلیل دی » وه.

علي (ک) ویل: ان من اسخف حالات الولاه عند صالح الناس ان يظن بهم حب الفخر… و لست بحمدالله كذلك… فلا تكلمونى بما تكلم به الجبابره (نهج البلاغه،۲۱۶مه خطبه)

« صالح خلک ویاړنو واکمنو ته په سپکه او کرکه ګوري او… د خدای شکر چې داسې نه یم… نو هاغسې خبرې راسره مه کوئ چې له جبارانو سره یې کوي»

* د غوړه مالۍ دودول، د نفاق دودول دي.

د غوړه مالۍ دودول، د نفاق دودول دي او د چا چې دغه وضعیت ښه وایسي؛ نو فرعوني وګړه او د منافق هویت لري او د نفاق په تیاره څاه کې ورلوېدو ته ړومبی ګام او د منافقانو د ځانګړنو خپلول دي. که له منافقه کرکجن نشو او په نورو کې مو خوښ کړ؛ یعنې د دوی له غوړه مالۍ مو هرکلی وکړ، د ځان منافقېدو ته چمتو شوي یو چې ځان په دې خیرو ووینځو او زړه یې کوډو او پاړوګرۍ ته وروسپارو.

* له غوړه مالۍ ډډه کول د ځانپېژندنې غوښتنه ده.

متقیان ځانپېژاندي دي؛ نو دا چې ددې ځانګړنې خاوندان دي؛ حسابګر او څارن (مراقب) هم دي؛ نو ځکه ځان تورنوي، چې له ناغېړیو غافل نشي او تردې به کوم زیان اوچت وي، چې د غوړه مالانو چټله خوله د متقیانو پاک زړه، ناپاک کړي؟

تن قفس‏شكل است، زان شد خار جان        در فريب داخلان و خارجان‏

اينش گويد من شوم همراز تو        وانش گويد نى منم انباز تو

اينش گويد نيست چون تو در وجود        در جمال و فضل و در احسان و جود

آنش گويد هر دو عالم آن توست        جمله جانهامان طفيل جان توست‏

چو بيند خلق را سرمست خويش        از تكبر مى‏رود از دست خويش‏

او نداند كه هزاران را چو او        ديو افكندست اندر آب جو

لطف وسالوس جهان خوش لقمه‏اى است        كمترش خور كان پر آتش لقمه‏اى است‏

آتشش پنهان و ذوقش آشكار        دود او ظاهر شود پايان كار

تو مگو آن مدح را من كى خورم        از طمع مى‏گويد او پى مى‏برم‏

مادحت گر هجو گويد برملا        روزها سوزد دلت زان سوزها

گرچه دانى كو ز حرمان گفت آن        كان طمع كه داشت از تو شد زيان‏

آن اثر مى‏ماندت در اندرون        در مديح اين حالتت هست آزمون‏

آن اثر هم روزها باقى بود        مايه‏ى كبر و خداع جان شود

ليك ننمايد چو شيرينست مدح        بد نمايد ز آنكه تلخ افتاد قدح‏

(مثنوى، لومړی دفتر ، 1849 -1862 بیتونه)

از وفور مدحها فرعون شد        كن ذليل النفس هونا لاتسد

تا توانى بنده شو، سلطان مباش        زخم كش چون گوى شو، چوگان مباش‏

چو بيند خلق را سرمست خويش        از تكبر مى‏رود از دست خويش‏

او نداند كه هزاران را چو او        ديو افكندست اندر آب جو

لطف وسالوس جهان خوش لقمه‏اى است        كمترش خور كان پر آتش لقمه‏اى است‏

آتشش پنهان و ذوقش آشكار        دود او ظاهر شود پايان كار

تو مگو آن مدح را من كى خورم        از طمع مى‏گويد او پى مى‏برم‏

مادحت گر هجو گويد برملا        روزها سوزد دلت زان سوزها

گرچه دانى كو ز حرمان گفت آن        كان طمع كه داشت از تو شد زيان‏

آن اثر مى‏ماندت در اندرون        در مديح اين حالتت هست آزمون‏

آن اثر هم روزها باقى بود        مايه‏ى كبر و خداع جان شود

ليك ننمايد چو شيرينست مدح        بد نمايد ز آنكه تلخ افتاد قدح‏

(مثنوى، لومړی دفتر ، 1849 -1862 بیتونه)

از وفور مدحها فرعون شد        كن ذليل النفس هونا لاتسد

تا توانى بنده شو، سلطان مباش        زخم كش چون گوى شو، چوگان مباش‏

انسان چې کله وویني نور یې میینان شوي؛ نو خپله پر ځان میینېږي، او دا میینتوب د ګردو آفتونو پیلامه ده:

اى كه در معنى ز شب خامشترى        گفت خود را چند جويى مشترى‏

سر بجنبانند پيشت بهر تو        رفت در سوداى ايشان دهر تو

(مثنوى، دفتر پنجم، ابيات 3190 -3191)

ډېر داسې کسان شته چې درځي او غوړه مالي دې کوي؛ خو په زړه کې درباندې خاندي.

غيرتم نايد كه پيشت بايستند؟        بر تو مى‏خندند و عاشق نيستند

عاشقانت در پس پرده‏ى كرم        بهر تو نعره‏زنان بين دم به دم‏

عاشق آن عاشقان غيب باش        عاشقان پنج روزه كم‏تراش‏

(مثنوى، دفتر پنجم، ابيات 3201 -3203)

 هغوی دې چې ستايي، ستا واقعي عاشقان نه دي، رښتوني عاشقان دې پسي شا غږ درته کوي او له دروغجنو پینځه ورځېني میینانو دې ساتي.

هۍ هۍ چې انسان څومره د تحسین لېوال او مفتون دی او د غیبو د عاشقانو غږ نه اوري. دغه پرښته صفتي دې خیر غواړي نه هغه مچان ډولي ټګیجن.

امام علي(ک) خلکو ته وویل:« و لا تظنوا بى استثقالا فى حق قيل لى » (نهج البلاغه۲۱۶مه خطبه) « په اړه مې مه انګېرئ چې د حق خبرې اورېدنه به راته درنه او سخته وي»

فلا تكفوا عن مقاله بحق او مشوره بعدل، فانى لست فى نفسى بفوق ان اخطى و لا آمن ذلك من فعلى الا ان يكفى الله من نفسى ما هو املك به منى. فانما انا و انتم عبيد مملوكون لرب لا رب غيره (نهج البلاغه،۲۱۶مه خطبه)

« د حق خبرې ویل یا د عادلانه مشورې کول رانه مه دریغوئ، چې تر خطا ورها خوا او له تېروتنې خوندی نه یم؛ خو دا چې خدای مې په هغه څه کې لاسنیوی وکړي چې تر ما پکې ښه مالک دی، زه او تاسې ټول د هغه پالونکي مملوک بندګان یو، چې بې له هغه کوم پالونکی نشته»

متقیان که وستایل شي، نه غولېږي، نه یې ستایوونکي او نه یې خپل نفس غولولای شي؛ ځکه ځان تر نورو ښه پېژني او خدای تر ځان، پر ځان خورا باخبر بولي او همدا اګاهي یې له غوړه مالانو بچوي او د حق درشل پنا وروړو ته ورکاږي.

اللهم لاتواخذنى بما يقولون، واجعلنى افضل مما يظنون و اغفرلى ما لايعلمون –  « خدایه په هغه څه مې مه نیسه چې دوی یې وایي او تر هغه څه مې اوچت کړه چې دوی انګېري، او پرڅه چې نپوهېږي، راته یې راوبښه»

پر ذهن او فکر، د غوړمالانو یرغل اغېز پرېباسي،او غالبا د انسان نفس ددې ډول یرغلونو پر وړاندې خوندی پاتې کېدای نشي؛ نو ځکه فرض دي چې انسان له دغسې حالاتو او وګړیو وتښتي او د ودې لاره چاره ورته چمتو نکړي. او که په کوم ځای کې له ناچاری دغسې چار رامخې ته شو، باید ځان ته په وریادونه او هم خدای ته په پنا وروړو، د غوړه مالۍ خطر او آفت کم او لا کم کړي.

 

[1]  النازعات/۲۴

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!